You are on page 1of 2

‫له نوي مسلمان شوي جاپاني سره د اصلح آنلين‬

‫مركه‬

‫خپروونکى‪ :‬هدايت ال حميدي‬


‫‪Friday, 20 Jamadil Awal 1430‬‬
‫جمعه‪May 2009 09:47 15 ,‬‬
‫په جاپان ك ې د اصلح آنلين همكار انجنير صفت ال حليم له يوه نوي مسلمان شوي جاپاني سره مركه ك ړې ده چ ې‬
‫پ ښتو ژبا ړه ي ې ستاس ې درنو لوستونكو مخ ې ته ږدو‬

‫انجنير صفت ال حليم *‬


‫مقدمه‬
‫نصر الدين چې كابو يو كال د مخه مسلمان شوى دى دومره په خپله عقيده او ايمان ټينګ‬
‫دى چې د اسلمي ارشاداتو‪ ،‬اوامر او منهياتو نه له خبريدو سره سم يې په خپل ژوند كې‬
‫پلي كوي‪.‬‬
‫هغه اوس كولى شي قرآن كريم په ښه توګه تلوت كړي‪ ،‬د دې تر څنګ هغه په‬
‫جاپانۍ ژبه باندې قرآن كريم تفسير لولي‪ ،‬پنځه وخته لمونڅ په ډيره مينه ادا كوي‪ ،‬د‬
‫ماسپښين لمونځ چې دلته په جاپان كې د غرمې د ډودى د وخت سره سمون خوري او د‬
‫ده لپاره چې آشپز دى هغه ته رسيدل ګران دي‪ ،‬خو بيا هم هغه هيڅكله لمونځ نه قضا‬
‫كوي‪.‬‬
‫كله مې چې هغه ته وويل غواړم ورسره مركه وكړم تر څو يې د افغانان ولولي نو ډير‬
‫خوښ شو او په ورين تندي يې زما وړانديز ومنلو‪.‬‬
‫مركه‪:‬‬
‫• حليم‪ :‬مهرباني وكړى ځان د اصلح آنلين لوستونكو ته وروپيژنى‪.‬‬
‫نصرالدين‪ :‬نوم مې له اسلم نه وړاندې) اي شي كوه( وو او له مسلمانيدو وروسته مې ځان ته نصر الدين نوم غوره كړ‪.‬د‬
‫چاپان هيواد اوسيدونكى يم او پخوانى دين مې بوداييزم وو‪ ،‬تر دولسم ټولګي پورې مې ښوونځى لوستى او اوس سر‬
‫آشپز يم‪ ،‬شپږ ديرش كاله عمر لرم‪ ،‬واده مې كړى دى او يوه كوچنى لور لرم‪.‬‬
‫• حليم‪ :‬څه لمل شو تاسې مسلمان شوى؟‬
‫نصرالدين‪ :‬دا جوته خبره ده چې دين د انسان د فطري اړتيا وو نه دى‪ ،‬كله چې ما وغوښتل د ځان لپاره يو دين غوره كړم‬
‫نو د بوداييزم‪ ،‬شينتويزم‪ ،‬او كاتوليك مذاهب مې مطالعه كړل‪ .‬خو هغه پوښتنې چې زه يې اړ كړى وم دين ته مخه كړم پدې‬
‫يوه كې هم ځواب نشوې‪ ،‬تر دې چې د ‪ ۲۰۰۷‬زيږديز كال د دسمبر په مياشت كې هندي كشمير ته لړم او هلته له‬
‫مسلمانانو او د هغوى له دين سره آشنا شوم‪ .‬د هغوى ټولنز ژوند مې ډير خوښ شو او د اسلم سره مې مينه پيدا شوه‪ ،‬كله‬
‫چې بيرته وطن ته راستون شوم نو د اسلم په هكله مې مطالعه پيل كړه او د هغې په پايله كې مې ټولو هغو پوښتنو ته چې‬
‫زه به يې ځورولم ډير د قناعت وړ ځوابونه وموندل‪ ،‬له همدې امله د ښاغلو وروڼو هر يو علي )تركي( او محمد جباسين په‬
‫مرسته مې د ‪ ۲۰۰۸‬كال د فبروري د مياشتې په اولسمه نيټه تصميم ونيو چې اسلم راوړم‪ ،‬بالخره مې د همدې كال د‬
‫مارچ په اوه ويشتمه د شهادت كلمه ادا كړه‪.‬‬
‫• حليم‪ :‬له مسلمانيدو سره مو كورنۍ څه ډول غبرګون وښود؟‬
‫نصرالدين‪ :‬هغوى لدې كار سره هيڅ منفي عكس العمل ونښود بلكه ما ته يې د نوي دين مباركي هم راكړه‪.‬دا ځكه چې په‬
‫جاپان كې هر وګړى د مذهب آزادي لري‪ ،‬په يوه كورنۍ كې كيداى شي پلر بودايي‪ ،‬مور عيسوي ‪ ،‬لور مسلمانه او زوى د‬
‫شينتو پيروان وي‪.‬‬
‫• حليم‪ :‬آيا د كورنۍ نور غړي مو هم مسلمان شوي دي؟‬
‫نصر الدين‪ :‬د كورنۍ څخه مې تر اوسه څوك ندي مسلمان شوي‪ .‬ولې ښځې ته مې د ايمان راوړلو تمه شته‪ ،‬تر اوسه‬
‫پورې زه د ځان لپاره حلل خوراك پخوم او ښځه مې ځان ته د خپلې خوښې خواړه برابروي‪.‬‬
‫• حليم‪ :‬له اسلم راوړلو نه وروسته ستاسې تر ټولو خوږه خاطره څه وه؟‬
‫نصرالدين‪ :‬كله مې چې د لومړي ځل لپاره لمونځ اداء وكړ نو د زړه د تازګۍ سبب مې شو‪ ،‬دماغ مې هوسا شو‪ ،‬او د‬
‫لومړي ځل لپاره مې په ژوند كې د ريښتينې خوښۍ احساس وكړ‪.‬دا زما نه هيريدونكې خاطره ده ‪ .‬اوس هم زه تل د پنځه‬
‫وخته لمانځه په وخت كې د هوساينې احساس كوم‪.‬‬
‫• حليم‪ :‬كله چې مسلمان شوې نو څه ډول احساس درته پيدا شو؟‬
‫نصرالدين‪ :‬له مسلمانيدو سره سم مې د ژوند لپاره نيغه لره وموندله او پوه شوم چې د ژوند پيل‪ ،‬پاى او موخه مې څه ده‪.‬‬
‫• حليم‪ :‬د اسلم كوم ټكي درته لپاره ډير د پام وړ دى چې تا په نورو اديانو كې ندى ليدلى؟‬
‫نصرالدين‪ :‬دا قران دى‪ ،‬هغه كتاب چې د نورو مذاهبو له كتابونو سره بالكل توپير لري‪ .‬بله ډيره په زړه پورې ځانګړتيا د‬
‫اسلم زما لپاره دا وه چې په اسلم كې مجسمه نشته‪ ،‬نه د خداى او نه هم د رسول ال صلى ال عليه وسلم‪ ،‬حال دا چې په‬
‫نورو اديانو كې بتان شته او خلك ورته د خداى د زوى‪ ،‬لور او نورو نومونه وركوي‪.‬‬
‫• حليم‪ :‬آيا غير مسلمانانو ته د د اسلم د پيغام په رسولو كې څه هڅه كړې؟‬
‫نصرالدين‪ :‬غواړم لومړى خپل ځان ښه مسلمان كړم‪ ،‬تر څو خپل اطرافيان زما كړه وړه خوښ كړي او هيله لرم چې‬
‫وروسته به ايمان هم راوړي‪.‬‬
‫• حليم‪ :‬په ژوند كې څه هيلې لرې؟‬
‫نصرالدين‪ :‬غواړم د اسلم دين پوره زده كړم‪ ،‬او خلك هغه ته راوبلم‪.‬‬
‫• حليم‪ :‬ولې جاپاني وګړي په آسانۍ سره اسلم نه مني او آن د دين په هكله د مطالعې سره مينه نلري؟‬
‫جاپانيان په طبيعت مين خلك دي‪ ،‬او د طبيعت د هر څيز لپاره بيل بيل خدايان لري‪ ،‬او دا نه مني چې د دې شيانو دې يو‬
‫خداى وي‪ .‬خو اصلي علت دا دى چې د لويديځ رسنۍ نړيوالو ته د اسلم ډير ناوړه انځور وړاندې كوي چې طبعا په هر چا‬
‫باندې اغيز كوي ‪ ،‬دوى هم د هغه تر اغيز لندې د اسلم سره مينه نلري‪.‬‬
‫• حليم‪ :‬آيا افغانستان ته د تلو هيله لرې؟‬
‫نصرالدين‪ :‬هو‪ .‬زما افغانان ډير خوښيږي‪ ،‬زه چې كله تير كال حج ته تللى وم زيات شمېر افغان حاجيان مې وليدل چې‬
‫لوى لوى پټكي يې تړلي ول‪ ،‬هغوى ډير مهربانه خلك ول‪.‬‬
‫• حليم‪ :‬د حج له خاطرو نه دې څه راته ووايه‪.‬‬
‫نصرالدين‪ :‬كعبه‪ ،‬عرفات او نبوي جومات مې ډير په زړه كې كښيناستل‪ ،‬هيله لرم چې يو ځل بيا هلته ورشم‪.‬‬
‫• حليم‪ :‬د نړى مسلمانانو ته څه پيغام لرې؟‬
‫نصرالدين‪ :‬ټول اسلمي امت ته مې دا پيغام دى چې سره يو شي او يو ريښتينى امت را منځ ته كړي‪ ،‬اسلم د ورورولۍ‬
‫دين دى او موږ بايد د وروڼو په شان سره ژوند وكړو‪.‬‬
‫• حليم‪ :‬له مركې نه مو مننه‬
‫نصرالدين‪ :‬له تاسې نه هم مننه‪.‬‬

You might also like