Professional Documents
Culture Documents
له روژې نه د ښې ګټې لپاره لس لارښونې
له روژې نه د ښې ګټې لپاره لس لارښونې
لپاره لس الرښونې
خپروونکى :هدايت هللا حميدي
چارشنبهAugust 2009 11:28 19 ,
حزب هللا ناصح*
مسلمان بايد د طاعتونو په موسمونو كې ټنبلي ونه كړي ،بلكې بايد په پوره مينې او ليوالتيا سره هڅه وكړي چې
لدې موكې نه پوره ګټه واخلي:
"نو څوك چې د دې نعمتونو په السته راوړلو كې ځان وړاندې كوي نو ژر دې وړاندې شي "
نو مسلمانه وروره د روژې د استقبال لپاره الندې الرښوونې په پام كې ونيسه.
.1دعا كوه چې د روژې مياشتې ته په داسې حالت كې ورسيږې چې روغ او جوړ وې ،تر څو د هللا تعالى د عبادت
روژې ،قيام الليل او ذكر لپاره تكړه واوسې ،ځكه د انس رضى هللا عنه څخه روايت دى فرمايي :كله به چې د رجب
مياشت داخله شوه نورسول هللا صلى هللا عليه وسلم به دا دعا كوله :اى هللا تعالى مونږ ته په رجب او شعبان كې
بركت واچوې او رمضان كې ته مو سالمت ورسوې (رواه احمد والطبرانى )
سلف صالحينو به هللا تعالى ته دا دعا كوله :اى هللا تعالى مونږ روژې ته سالم ورسوې او بيا يې رانه قبوله كړې .
( هللا أكبر ،اللهم أهله علينا باألمن واإليمان ،والسالمة واإلسالم ،والتوفيق لما تحب و ترضى ربي و ربك هللا) -رواه
الترمذي ،والدارمي ،وصححه ابن حيان.
هللا لوى دى ،اى هللا! دا مياشت پر موږ باندې په امن او ايمان ،سالمتى او اسالم او د هغه څه په توفيق باندې تيره
كړې چې ستا خوښيږي او ته پرې راضي كيږې .اى سپوږمى ،زما او ستا رب هللا دى.
.2روژې ته په رارسيدو باندې د هللا تعالى حمد او شكر بيانول :امام نووي رحمه هللا په خپل كتاب" االذکار" کې
فرمايي( :څوك چې له يوه غوره نعمت سره مخامخ شي ،يا له يوه عذاب نه راخالص شي نو غوره دا ده چې د شكر
لپاره يې هللا تعالى ته په سجده پريوزي يا د هللا تعالى داسې ثنا بيان كړي چې هغه يې وړ دى)
د هللا تعالى يوه لويه پيرزوينه پخپل بنده باندې دا ده چې د طاعت او عبادت توفيق وركړي ،نو دا چې بنده روغ رمټ د
رمضان مياشتې ته داخل شي دا د هللا تعالى لويه پيرزوينه ده ،بايد د منعم او مهربان ذات شكر او ستاينه وكړى،
.3تازه او خوشحاله اوسيدل :د رسول هللا صلى هللا عليه وسلم په اړه ثابت دي چې ده به خپلو صحابوو ته د
رمضان په راتګ سره مباركي وركوله او ويل به يې :د رمضان مياشت تاسې ته راورسيده ،دا مباركه مياشت ده روژه
يې هللا تعالى پر تاسې فرض كړې پدې كې د جنت دروازې پرانستل كيږي او دوزخ دروازې بندې كيږي (اخرجه احمد)
زمونږه سلف صالحينو صحابوو او په هغوى پسې روانو تابعينو به روژې ته ډير ارزښت وركولو ،په راتللو به يې خوشحاله
كيدل ،په داسې مياشت باندې به څنګه خلك خوشحالي نه كوي ،همدا د رحمتونو او بركاتو د را نازليدو مياشت ده .
.4مخكې له مخكې نه له ځان سره عزم كول او نقشه جوړول تر څو په سمه توګه د رمضان نه ګټه واخستل شي،
ډير د افسوس ځاى دى چې ډيرى مسلمانان ان ډيرى متدين مسلمانان هم د دنيوي چارو لپاره دقيق پالن جوړوي،
لكن ډير كم خلك دي چې داخرت په لټه كې دي او كار ورته كوي ،د دې المل دا دى چې مسلمان په ژوند كې خپل
هدف ته ارزښت ندى وركړى ،دا يې يا هير كړى يا يې غوږونه پرې مړه اچولي چې د مسلمان لپاره ځينې مهم
فرصتونه دي تر څو پرې په دنيا كې ځان وروزي.
1
.5ځان سره عزم كول چې رمضان به د ځان لپاره غنيمت ګڼو او په نيكو اعمالو به يې ودانوو ،چا چې ريښتونى
قصد وكړ ،هللا تعالى به يې ورته ريښتونى ثابت كړي په اطاعت كولو كې به ورسره كومك وكړي او د خير الرې به ورته
م } محمد12 : خ ْيراً لَ ُه ْ ص َدقُوا الل َّ َه لَ َ
كانَ َ اسانه كړي ،هللا تعالى فرمايي َ {:فلَ ْو َ
" نو كه د هللا تعالى سره يې رښتيا كړي واى ډير ورته ګټور وه
.6د رمضان د احكامو په اړه پوهه تر السه كول ،ځكه مسلمان بايد د هللا تعالى عبادت له علم سره وكړي ،كوم
فرائض چې هللا تعالى پرې فرض كړي د هغو په اړه د ناخبرتيا په صورت كې دى معذور نه ګڼل كيږي ،د دغو فرائضو
څخه يو هم د رمضان روژه ده نو بايد سړى د هغې د راتګ نه وړاندې د هغې مسائل او احكام زده كړي ،تر څو يې
م ال تَ ْعلَ ُ
مونَ ) ذك ِْر إِنْ ُك ْن ُت ْ
ل ال ِّ َاسأَلوا أَ ْ
ه َ روژه درسته شي او هللا تعالى يې ترې قبوله كړي( .ف ْ
.7د رمضان استقبال بايد په داسې عزم سره وكړو چې ګناهونه او بدۍ به پريږدو او له ټولو ګناهونو څخه به
رښتونې توبه اوباسو ،ځان به ترې لرې كوو او بيا به هيڅكله نه ور نژدې كيږو ،ځكه روژه د توبې مياشت ده چې
جمِيعاً أَيُّ َها وبوا إِلَى اللَّ ِ
ه َ سړى پدې كې توبه ونه باسي بيا به يې څه وخت وباسي ،هللا تعالى فرمايي َ ( : :و تُ ُ
ِحونَ ) النور31 : م ْؤم ُِنونَ لَ َعلَّك ْ
ُم تُ ْفل ُ ا ْل ُ
.8د روژې لپاره د نفسي او روحي تيارۍ لپاره په تالوت ،د كتابونو مجلو په مطالعې د وعظ او نصيحت كيسټې
اوريدلو سره چې په هغو كې د روژې فضيلتونه او احكام بيان شوي وي وكاروه تر خو نفس طاعت ته چمتو شي :
لكه چې رسول هللا صلى هللا عليه وسلم به د صحابوو زړونه تيارول تر څو له رمضان نه په ښه توګه استفاده وكړي،
.9پدې مياشت كې د دعوت الى هللا لپاره په الندينو مواردو كې ځان پوره تيار كړه.
• ځينې مهمې مهمې موضوعګانې په ښه ډول سره برابرول او د كلي په جومات كې يې خلكو ته وړاندې كول كه
ممكنه وي.
• كه ممكن وي مهم واړه ديني كتابونه او رسالې په لمونځ كوونكو او كليوالو ويشل چې د روژې په اړه بحث كوي.
• د رمضان ډالۍ تيارول ،ته كولى شې چې يو پاكټ راواخلې په هغه كې يو دوه كيسټې او يو كتاب كيږدې او بيا
پرې وليكې (د روژې ډالۍ) او چاته يې وركړې.
• نيستمن او بې وزله خلك په ياد لرل او هغوى ته خيراتونه او صدقات وركول
.10په رمضان سره بايد ته د خپل ژوند يوه سپينه پاڼه پرانيزې چې په هغه كې ستا د تير تور ژوند آثار نه وي ،دا
پدې ډول چې خپې اړيكې له ټولو سره نوې كړه:
• له رسو ل اكرم صلى هللا عليه وسلم سره ،د هغه د اطاعت او محبت له الرې
• له مور او پالر ،خپلوانو @،اوالد او ښځې سره ،د ښه سلوك له الرې.
• د ټولنې سره ،ښه سلوك كول چې ته پكې اوسيږي تر څو يو صالح او گټه رسوونكى مسلمان واو سې .رسول
هللا صلى هللا عليه وسلم فرمايي :په ټولو خلكو كې غوره كس هغه دى چې خلكوته يې ګټه ډيره رسيږي.
مسلمان بايد دا ډول د روژې استقبال وكړي لكه تږې ځمكه چې د باران استقبال كوي ،يا ناروغ كس چې د ډاكټر
2
استقبال كوي يا لكه چې دوست د خپل غائب دوست استقبال كوي
نو اى هللا تعالى مونږ روژې ته ورسوې او رانه قبوله يې كړي ،بيشكه همدا ته اوريدونكى او پوه يي .
3