Professional Documents
Culture Documents
کوتری اوچوغکه PDF
کوتری اوچوغکه PDF
net
سپـۍ د ونې سيوري ته ويده وه.وړوکﻰ زوى يــې د چوغکې د بچي ننداره کوله .د چوغکې بچﻰ په هوا کې
دې خوا ها خوا گرځٻده .دا دوهمه اونۍ وه چې هغه الوتل زده کړي وو.
د چوغکې بچﻰ راغﻰ او د کوچني کوتري مخې ته پر ډبره باندې کٻناست .کوتري ته يــې وويل :څنگه وه زما
الوتنه څنگه وه؟
کوتري وويل :ډٻره ښه وه .کاشکې د ما هم زده واى.
د چوغکې بچي وويل :ريښتيا ته که الوتلﻰ نشې نو گرځٻدلﻰ خو شې ،خو ته هٻڅ چٻرې نه ځې .ټوله ورځ
دې د مور په خوا کې تٻروې.
کوتري ځواب ورکړ :زه خو ال کوچنﻰ يم .مور مې وايــي چې لرې مه ځه.
د چوغکې بچﻰ والوته او ويــې ويل :ما وگوره زه ال د دريو مياشتو يم خو هر چٻرته تالى شم .ان تر هغه ځنگله
پورې يوازې ځم .ته نه پوهٻږې چې ځنگل څومره ښکلﻰ دى .ته به تر څوپورې د مور په بند کې اوسې او هغه به
درته لگيا وې چې دا مه کوه ،هلته مه ځه .وه ليونيه ازاد اوسه ازاد.
کوترى په چورت کې ډوب شو .د ځنگله په فکر کې و چې هلته به څه شﻰ وي .يو وار به يــې ځان سره ويل چې
راځه نن د ځنگله سيل وکړه .بيا به يــې ويل )) نه مور مې راته ويلي دي چې لرې مه ځه (( د چوغکې خبره يــې په
غوږو کې انگازې وکړې چې ويل يــې )) ازاد اوسه ازاد(( خپلې مور ته يــې وکـتل .هغه ال ويده وه.
اخر کې سوکه سوکه چې مور يــې راويښه نشي د ځنگله خوا ته روان شو .ځان سره يــې وويل الړ به شم که څه
خبره وه نو بٻرته به راشم.
د چوغکې بچي له لرې هغه وليداو ځان يــې ورورساوه .هغه پاس الوته او کوترى الندې روان و .دکوچني
کوتري د پښو لپاره دا الره ډٻره اوږده وه .هغه ژر ژر نه شو تالى .د چوغکې بچﻰ به په هوا کې وړاندې الړ او بٻرته به
راوگرځٻد چې کوتري سره جوړه شي.
مازديگر دواړه ځنگله ته ورسٻدل .ځنگل گڼ و .ونې پکې ډٻرې وې .هغوى همداسې وړاندې تلل .کوچني
کوتري تر اوسه پورې دومره لوړې ونې نه وې ليدلې .هغه پورته د ونو سر ته کـتل چې پاس په اسمان کې يــې يو
مارغه ولٻد .د چوغکې بچي ته يــې وويل :اې ! پورته وگوره ،دا څه شﻰ دى څومره لوړ الوزي.
چوغکه چې پوره وکـتل چيغه يــې کړه :هله ،ځان پټ که چې ودې نه خوري .دا خو باز دى باز.
دې سره د چوغکې بچﻰ د يوې ونې په سوړه کې ننوت .کوتري دې خوا ها خوا منډې کړې خو داسې ځاى يــې
تر سترگو نه شو چې ځان پکې پټ کړي .هغه وٻرٻدلﻰ و ،زړه يــې ټکان کاوه .د يوې ونې الندې کٻناست او خپل
سر يــې تر اوږو الندې پټ کړ.
څو شٻبې وروسته يــې کرار کرار ،وٻرٻدلﻰ پورته وکـتل .د باز په منگولو کې يو کوچنﻰ سوى ښکارٻده .باز وار په وار
چا لرې کٻده او کله چې ډٻر لرې شو ،کوتري د چوغکې پر بچي نارې وکړې :ملگريه ! وه ملگريه چٻرته يــې؟
ځواب ورنکړ.
کوتري شاوخوا ته وکـتل .چارچاپٻره ونې وې .هغه چې هر څه وکـتل د خپلو پښو نښې يــې ونه موندلې .پر
ځمکې باندې د ونو رژٻدلې پاڼې پرتې وې .هغه نه پوهٻده چې له کوم لوري راغلﻰ و .په ژړا يــې پيل وکړ .واى مورې،
واى مورې چيغې يــې وهلې .هم يــې ژړل او هم يــې هرې خوا ته منډې وهلې خو د وتلو الره يــې ونه مونده .په ژړا يــې
ځان ستړى کړ.اخر يــې ځان سره وويل :اوس خو راپٻښه ده بايد يوې خوا ته الړ شم کٻداى شي چې الره پيدا کړم.
هغه ښه شٻبه مزل وکړ .بيا ښي الس ته وگرځٻد او همداسې روان شو.
ځمکې ته يــې کـتل او همداسې مخکې ته چې يو درون غږ يــې واورٻد .پورته يــې وکـتل که گوري چې دوه پړانگان د
ده خوا ته روان دي .يو يــې په غرمبهارو وويل :هﻰ هﻰ څه تنکﻰ ښکار مو وموندڅومره خوندوره غوښه به يــې وي.
کوچنﻰ کوترى سخت وډار شو ،په خوله کې يــې ناړې وچې شوې ،په زارۍ يــې وويل :کاکا خير دى ما مه
خوره ،پرٻږده چې خپل کور ته الړ شم.
پړانگ وويل :ستا قسمت ښه دى چې موږ اوس ماړه يو که نه خو د خبرو وار به مو هم نه درکاوه.
بل پړانگ وويل :راځه چې ځان سره يــې بوزو ،سبا به يــې وخورو.
بل يــې ارږمﻰ وايست او ويــې وويل :څه يــې کوې دى خو هسې هم لرې نشي تالى سبا به يــې ونيسو.
هغوى پخپله مخه الړل.هوا وار په وار تياره کٻده .د ونو له منځه رنگ رنگ اوازونه راتلل.د کوتري په زړه کې
وٻره زياتٻدله .ځان سره يــې ويل کاشکې مې د مور خبره منلې واى .د هغه نس وږى و .پښو يــې سستي کوله خو دى
مجبور و چې مزل وکړي .اوس نو هغه نه پوهٻده چې کومه خوا روان دى .ټولې الرې يو شان وې.
کوتري تر هغو پورې الره ووهله چې هره خوا تپه تياره شوه .هغه نا امٻده په يوه ځاى کې پرٻوت.يو وخت يــې
دوو سترگو ته پام شو چې په تياره کې لکه څراغ ځلٻدې .اول وډار شو خو څو شيبې وروسته د رڼو سترگو خاوند
ورباندې غږ وکړ :راځه مه ډارٻږه.کوتري ورو ورو د سترگو خوا ته وخوځٻده.
چې ښه ورنژدې شو په وٻريدلي غږ يــې وپوښتل :اې ته څوک يــې؟ چوغکه خو به نه يــې؟
د رڼو سترگو واال ځواب ورکړ :نه کوتريه ،زه کونگ يم .لکه چې الره درنه ورکه ده؟
کوتري وويل :ته ما ليداى شې؟
کونگ وويل :هو زه په تياره کې هرڅه وينم.
کوتري وويل :ما خو به نه خورې؟
کونگ وويل :نه زه تا نه خورم .زما خوراک مږې او موږکان دي.
کوترى خوشاله شو او ويــې ويل :چې داسې ده نوته ما ته الره راوښيه چې له ځنگله ووځم .بيا به زه خپلې مور ته
ووايم چې موږکان درته ونيسي
کونگ وويل :زه به همداسې الره دروښييم خو اوس ال يو ،نيم داړونکي ځناور په ځنگل کې گرځي ،ته سياله وکړه
چې شپه له نيمې واوښته بيا به دې بوزم.
کوترى کرار څمالست .نيمه شپه کونگ ورباندې غږ وکړ :جگ شه چې بيا ناوخته کٻږي.
دواړه روان شول .کونگ له يوې ونې الوته او پر بلې کٻناسته او کوترى د هغه له سترگو پوهٻده چې کومه خوا الړ
شي .ټوله شپه يــې مزل وکړ .سهار وختي له ځنگله ووتل .کوتري له کونگ څخه مننه وکړه او د خپل کور خوا ته
رهي شو.
لمر راختلﻰ و چې کوترى کور ته ورسٻد .که گوري چې د اسويلو او ژړا غږ راځي .مور يــې وه چې په سرو سترگو يــې
ژړل .کوتري په خوشالۍ سره نارې کړې :مورې وه مورې!
مور يــې په منډو ځان ورورساوه .هغه يــې په غٻږ کې ونيو او ويــې ويل:
شکر چې ته ژوندى يــې .شکر چې باز ونه خوړې .ته د باز له منگولو څنگه وتښتٻدې؟
کوتري وپوښتل :د باز له منگولو؟
مور يــې وويل :هو ،پرون چې زه ويښه شوم ته نه وې ،له هرچا مې پوښتنه وکړه خو ته چا نه وې لٻدلﻰ .اخر
د چوغکې بچي را ته وويل چې هغه خو مې د باز په منگولو کې وليد چې پورته يــې ووړ.
کوچني کوتري خپلې مور ته ټوله کيسه وکړه او ژمنه يــې وکړه چې نور به د مور خبرې مني.اوس چې هرچٻرته
کوتري والړ وي او چوغکه ورنژدې شي نو کوتري ورباندې ځغلي او ورته وايــي چې :ځه دروغجنه،چې بيا مې غلط
نه کړې.