Professional Documents
Culture Documents
انتخاباتی مبارزی
انتخاباتی مبارزی
د ښارسړکونه ،کوڅی ،واټونه او هر قسم تأسیسات او تعمیرونه که شخصی وی او یا دولتی دواړه د خلکو مشترک فرهنګی میراثونه
.دی ،ددوی ساتنه باید وشی
دا په هر ځای کی او هر چیری دا تجارتی اعالنونه او د کاندیدانو د عکس او پوسټرونو نښلول دا ښه کارونه نه دی باید چی مخنیوی یی
.وکړي
تاسی وګوری چی زموږ ښارونه د انتخاباتی مبارزو په وخت کی دومره چټل شی چی د ښاروالی مامورین یی په پنځو کلونو کی تر بل
.انتخاباتی کمپاین پوری پاکولی نه شی
دا کاندیدان د خپل هویت او خپلو عکسونو ته هیڅ احترام نه لری ،دا خپل پوسټرونه دومره کم عقلو کمپینرانو ته په الس کی ورکړی
چی نه ځی ورته ګوری او نه یی ځای پیژنی هر چیری یی نښلوی ،هر چیری پراته وی او بادونه یی اخوا دیخوا وړی ،د خلک یی تر
پښو الندی کوی او بل د عامه ځایونو څخه عالوه د شخصی ځایونو ،تجارت خانو او دوکانونو په لوحو باندی یی هم ورسریښ کوی چی
!هغه لرې کیږی هم نه
.يو واری یی زموږ د جومات په محراب اخوا دیخوا ته سریښ کړی وه چی شکول مو نو د جومات رنګ یی واړه خراب کړ
زموږ لپاره د شرم خبره دا ده چی د امریکا په شان ملک د ریاست جمهوری لپاره دوه کاندیدان دریږی او دلته د ریاست جمهوری لپاره
شلو نه زیات کسان والړ وی ،د پارلمانی او والیتی شوراګانو لپاره په زرهاوو کسان دریږی ،ددغو پوسټرونو د کاغذو ټوټی ،دا ګندګی
!او چټلی چیری ځی؟ او څوک یی پاکولی شی؟
ددوی دا دومره منډی ترړی ،دا کاغذ پرانۍ ،دا دومره مصرفونه ددی لپاره نه کوی چی د خلکو خدمت وکړی بلکی ددی لپاره یی کوی
چی پیسو ته الره ومومي ،ډیری پیسی وګټی او زر پولداره شی او بل دا چی شهرت حاصل کړی ،په ټولنه کی ځان مطرح کړی لو
اکثره یی زه پیژنم چی په انتاباتو کی پړه شوی دی خو دوی اوس هم ځانونه خلکو ته وکیالن ور معارفی کوی چی کوم ځای کی نوم
!!لیکی نو ورته کړی چی ولیکه وکیل پالنی