You are on page 1of 37

‫بسم الله الرحمن الرحیم‬

‫د فجر سورت تشریح‬


‫د لوراند او لورين الله په نامه‬
‫ژباړه او څېړنه‪:‬‬
‫سورةالفجر‬
‫احمد حسین عنایت‬
‫د فجر سورت (‪)۸۹‬‬
‫د «الفجر» سورت مکي دی (‪ ) ۰۳‬آیتونه یوه رکوع لري په تالوت کې (‪ ) ۸۹‬په‬
‫نزول کې (‪ )۰۳‬سورت دی د «اللیل» له سورت څخه وروسته نازل شوی دی‬

‫له مخکيني سورت سره يې اړیکه‪:‬‬


‫د تالوت په لړ کې له دې څخه مخکینی سورت «غاشیه» دی‪ .‬د«فجر» سورت د «غاشیه» سورت په څېر د‬
‫الله او د خلق په اړه د هاغه موخې او مسیر له دوه ګوني توب خبره کوي چې انسانان یې د خپلو کړنو او عمل‬
‫پر بنسټ طی کږي‪ .‬په دې توپیر چې د غاشیه په سورت کې دا دوه ګونې توب د «وجوه» په توپیر‪ ،‬یعنې هغه‬
‫موخې او مقصدونه چې انسانان ورته مخه کوي او پایله او اغېز يې په قیامت کې په «وجوه» [مخونو] کې‬
‫( ُوجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَاشِعَةٌ ‪ُ ...‬وجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاعِمَةٌ )‪ ،‬او د «فجر» په سورت کې په‬ ‫څرګندېږي‪ ،‬په ګوته کوي‬
‫ځانګړې توګه او د نمونې او مثال او د عیني مصداق په عنوان‪ ،‬د «رزق» او (روزۍ) په موضوع کې د‬
‫انسانانو د کړنو او عمل توپیر او دوه ګوني توب ‪ ،‬او هغه غبرګون او انګېرنې چې د تنګۍ او پراخۍ په دوو‬
‫مختلفونو حالتونو کې يې له ځانه څرګندوي مطرح کوي‪.‬‬
‫د معیشت او روزګار په دې ابتالء او ازمېښت ‪ ،‬اظطراب او لوړو ژورو کې‪ ،‬مطمئنه نفسونه چې د ځان وینۍ او‬
‫دنیا پالنې له تنګ پوښ څخه د اند او له خالق سره د اړوند عقل په مرسته خارج شوي او وتلي دي (ذی‬
‫حجر)‪« ،‬رضایت» ته رسېږي او «جنت» ته داخلېږي‪ .‬خو هغه کسان چې د مال او مقام د اړیکو په بند کې‬
‫اسیر شوي دي‪ ،‬د خپلو کړنو په پایلو چې د «عذاب» د ډول ډول بڼو په تو ګه څرګندېږي اخته کېږي‪ .‬د دواړو‬
‫سورتونو په آیتونو کې په پورتنیو موضوع ګانو چې د راضیه‪ ،‬جنة‪ ،‬عذاب او ‪ ....‬کلمې پرې ګویا دي ټینګار‬
‫او صراحت لري‪:‬‬
‫سعْيِهَا رَاضِيَةٌ‪ ،‬فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ ‪ ....‬فَيُعَذِبُهُ اللَّهُ ا ْل َعذَابَ الْأَكْبَرَ‬
‫د غاشیه سورت ‪ُ :‬وجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاعِمَةٌ ‪ .‬لِ َ‬
‫س الْمُطْمَئِنَّةُ‪ ،‬ارْجِعِی اِلَى رَبِكِ رَاضِیةً مَّرْضِیةً‪ ،‬فَادْخُلِی فِی عِبَادِی‪ .‬وَادْخُلِی‬
‫د فجر سورت‪ :‬یا اَیتُهَا النَّفْ ُ‬
‫جَنَّتِی‪ ....‬فَیوْمَئِذٍ لَّأ یعَذِبُ عَذَابَهُ اَحَدٌ‪.‬‬
‫د هستۍ په پديدو (ښکارندو) کې د دوه ګوني توب یا د تضاد او تقارن موضوع‪ ،‬په دې سورت کې د طبیعت‬
‫او تاریخ په برخه او زمینه کې جوته او څرګنده ده‪.‬‬

‫د سورت د مضمونونو محور‪:‬‬


‫ددې سورت اصلي چورلیځ (محور) د هستۍ په ښکارندو(پدیدو) کې د یون او‬
‫«حرکت» د قانونمندۍ او د حرکت په بهیر کې د مختلفو او متغیرو سرفصلونو او‬
‫بېلښتونو بیان دی‪ .‬یو له دغو پدیدو لمر او ځمکه ده‪ ،‬او د انتقالي او وضعي حرکت‬
‫له المله او د نور د ځال د وضعیت پر بنسټ د تیاره او رڼا له نظره د هغوی تر منځ‬
‫اړیکه ده‪ ،‬او بله پدیده انساني ټولنې او د قامونو او ملتونو تاریخ دی چې د حق او‬
‫باطل په وړاندې ( د رڼا او تورتم پر ځای) د انسانانو د موقعیت او موضع ‪ ،‬او فساد‬
‫او طغیان یا صالح او تقوی پر بنسټ به مختلف حالتونه او سرلیکونه ولري‪.‬‬
‫په هر حال لکه څنګه چې د لمر او ځمکې وضعیت او شپه او ورځ او هغه فصلونه‬
‫چې د هغوی د واټن او حرکت له توپیر او تفاوت څخه حاصليږي ثابت نه دي او‬
‫تل تغیر او تحول مومي‪ .‬له همدې کبله کله د شپې په مطلقه تیاره کې یو‪ ،‬او ورپسې‬
‫د تیاره نری والی او د شپې د پردې ټولېدل تېروو او په پای کې د فجر طلوع او د‬
‫نور چاودون او د روښانه ګهيځ د لمن خپرېدل وینو‪ ،‬انساني ټولنې او پر هغوی‬
‫واکمن ظالم او فاسد رژیمونه هم ثابت او تلپاتي نه دي او له یو مخې د اووښتون‪،‬‬
‫تغییر او بدلون سره مخامخ دي که د آسمان په طبیعت کې تغییرات د نور او تورتم‬
‫د نسبت د توپیر معلول دی‪ ،‬په تاریخ او د انساني ټولنو په سرلیک کې بدلون او‬
‫تغییر هم د حق او باطل او د هغوی د موازینو په اړه د خلکو دکړنو د نسبت د توپیر‬
‫او اختالف معلول دی‪ .‬په دې ترتیب طبیعت او تاریخ ګډ معیارونه او انډولونه لري‬
‫او دواړه د یو راز قانونمندۍ پلیوني دي‪ .‬هغه څوک چې د شپې او ورځې په‬
‫اووښتون کې د تغییر او وار په وار یو په بل د بدلون او د طلوع او غروب ننداره‬
‫کوي باید له دې محسوس موډل او بېلګې څخه عمومي او ټولیزو نظامونو ته چې د‬
‫هستۍ پر نورو حرکتونو واکمن دي‪ ،‬له هغې جملې د انساني ټولنو اووښتونونه او‬
‫د هغوی ټولنیز سیاسي بهیرونو دي‪ ،‬چې پرې پوه شي ‪ ،‬پانیات او پند ترې واخلي‪.‬‬
‫او دا د فجر سورت له غوره پیغامونو څخه دی‪ .‬دا سمه ده چې په انساني ټولنو او د‬
‫هغوی په سیاسي ټولنیزو نظامونو کې بنسټیز بدلونونه او تغییرات د شپې او ورځې‬
‫د تغییراتو په څېر د محاسبې او ګڼلو وړ تناوبي نظم نه لري او د انسان د اختیاري‬
‫کړنو او ارادې د نقش او اغېز له المله د ‪ ۴۲‬ساعتونو پر ځای کله کله د پېړیو په‬
‫اوږدو کې پای ته رسيږي‪ ،‬خو هغه څه چې جوت دی او په غوڅه توګه تاریخ پرې‬
‫ګواه دی هغه دادی چې د قامونو په افق کې د ځور‪ ،‬ځېل او جهل هرې تورتمي‬
‫شپې پسې د فجر طلوع او روښانه ګهيځ لیدل شوی دی او په ټوله کې تل نمرودان‪،‬‬
‫فرعونان‪ ،‬قیصران‪ ،‬ابوجهالن او ابوسفیانان د ملتونو د فجر په طلوع او د نور او‬
‫هدایت د زیری ورکوونکو او مبشرو مېړنیو لکه‪ :‬ابراهیم‪ ،‬موسی‪ ،‬عیسی او محمد‬
‫(علیهم السالم) په بعثت په خپلو ذاتي تورتمونو کې غورځېدلي او ورک شوي دي‪.‬‬
‫د لنډ اندو ‪ ،‬ناځیرو او ناڅکو وګړو قضاوتونه‪ ،‬د سیاسي جو او پر روزګار د واکمنو‬
‫لنډ مهالو او مقطعي بهیرونو تابع دي‪ ،‬که د طاغوتانو تورتمي واکمنۍ په پېر کې‬
‫ژوند کوي هغه ابدي او تلپاتې ګڼي په ډار او تسلیم یا نفي او نهیلۍ اخته کيږي او‬
‫یا که د مستضعفینو او بېوزلو شوو په افق کې د یو امید او هیلي د نور څرک څرګند‬
‫شي او په الهي اراده د ظالمانو او مستکبرانو ټغر ټول شي او محرومان او بېوزلي‬
‫امامت او سر الرۍ ته ورسيږي بیا هم دا ډول وضع او حالت ابدي او تلپاتی ګڼي د‬
‫مبارزې او جهاد السته راوړنو د ساتلو او د فرصت پالو او منافقینو پر وړاندې د‬
‫خلکو د حقونو خوندي کولو لپاره هيڅ هڅه نه کوي‪ .‬او دوی هیڅکله دا نه باروي‬
‫چې د ظلم ‪ ،‬فساد او طغیان تیاره شپه به بیرته راستنه شي‪ .‬په هر حال که داسې وای‬
‫چې انساني ټولنې ځای پر ځای او ثابتې پاتې کېدای‪ ،‬د جبارانو او مستکبرینو په‬
‫تصاعدي ځواک اخېستنې او د ملتونو په پرله پسې زیاتېدونکې بېواکۍ‪ ،‬ذلت او‬
‫بېوزلۍ به هيڅکله بچ کېدنه او ژغورنه شوني نه وای‪ ،‬او یا که داسې وای چې‬
‫ملتونو د استبداد او اسارت د اوږد پېر په تجربې‪ ،‬د آزادۍ او نجات قدر پېژندلی‬
‫او د نعمت شکر يې پر ځای کولی هیڅکله به د شپې او تورتم ساتونکو او پاسوالو‬
‫ته د بېرته ستنېدو الر پاتې نه وای‪ ،‬خو حقیقت دادی چې لکه د شپې او ورځې په‬
‫څېر حق او باطل تناوب لري‪ .‬خو لکه څنګه چې مونږ د تیاره له اوږدې برالسۍ‬
‫(ولیال عشر)‪ ،‬او د تیاره له ورو ورو او تدریجي نري کيدو (والیل اذا یسر) او د‬
‫فجر له طلوع سره آموخته یو او عادت مو کړی دی‪ ،‬نو ډیر لږ د هغه عظمت او‬
‫ځواک درک کوو او ترې درس او پند اخلو‪ ،‬دا تغییرات او بدلونونه چې ټول يې‬
‫حس کوو او ټولو ته د ليدو وړ دي‪ ،‬له یو لورې حرکت تغییر او اووښتون ثابتوي او‬
‫له بل لورې پر تیاره د نور اصالت او اوچتوالی څرګندوي‪ .‬حق او باطل‪ ،‬خیر او‬
‫شر‪ ،‬صالح او فساد هم چې د تیاره او رڼا د تضاد نورې بڼې دي‪ ،‬په هيڅ ډول ثابتې‬
‫او له تغییر پرته نه دي‪ ،‬سره له دې چې زیاتره د باطل‪ ،‬شر او فساد د برترۍ شاهدان‬
‫یو‪ ،‬خو ړومبی د دغو تورتمونو برالسي د حق غوښتونکو له اړخه د حق د نور د‬
‫غیبت له المله دی‪ .‬دویم دا چې همدا ظلم‪ ،‬تورتم او ظلمتونه د ملتونو د ويښتيابه‬
‫او ودې لپاره سریزه او توکې جوړوي پخپله تضاد او تعارض ‪ ،‬نښته‪ ،‬ګډوډي او‬
‫توپیر د مؤمنینو د خلوص‪ ،‬صدق‪ ،‬صفايي‪ ،‬رښتینولۍ او سپېڅلتوب المل کيږي‪،‬‬
‫او په دې ټولو تورتمونو کې ورته د نور او رڼا څرک څرګندېږي‪.‬‬
‫هغه څه چې پورته وویل شول یوازې دې سورت ته ځانګړي نه دي‪ ،‬سره ددې چې‬
‫د فجر سورت مضمونونه له ډول ډول ګوټونو او اړخونو څخه د «حرکت او تغییر»‬
‫قانونمندي څرګندوي او ددغه کلي اصل راز راز بڼې په طبیعت‪ ،‬تاریخ‪ ،‬دنیا او‬
‫آخرت کې په ګوته کوي‪ ،‬خو هغه چا چې د قرآن روح درک کړی وي له نورو‬
‫سورتونو او آیتونو له منځه هم دا حقیقت او د هغه اتطباق د خپلې ټولنې له‬
‫وضعیت سره سم درک کولی شي‪ .‬چې تر ټولو غوره بېلګه يې د اسالم د مکتب‬
‫لومړني شاګردان د حضرت رسول اکرم (ص) ملګري او اصحاب دي او ددې ټولو‬
‫تر منځه په ځانګړې توګه ددغه مکتب لومړنی شاګرد حضرت علي (رض) دی چې‬
‫د رسول اکرم (ص) په وینا ناطق قرآن و‪ ،‬او قول او عمل يې له دغې سرچينې روح‬
‫اخېست او وده يې کوله او حضرت رسول (ص) د خپلو ملګرو په اړه ویلي چې زما‬
‫اصحاب لکه د ستورو په څېر دي په هر یوه پسې مو چې اقتداء وکړه لکه په ما پسې‬
‫مو چې اقتداء کړي وي‪.‬‬
‫په لنډه توګه ویلی شو چې دا سورت د طبیعت له یوې ځانګړې ښکارندې(پديدې)‬
‫یعنې د فجر له طلوع ‪ ،‬خبره کوي‪ .‬فجر بعنې سوري کول او څيرل ‪ ،‬د ګهيځ د نور‬
‫په توسه د شپې د تیارې سوري کول‪ .‬ته به وايي چې د لمر په ختو د شپې په زړه کې‬
‫د نور یو بمب چوي او منفجر کيږي‪ .‬له همدې المله لمر ختو ته فجر یا د سپېدو‬
‫چاودل وايي‪.‬د سورت په پیل کې يې په څلورو ښکارندو چې په طبیعت کې‬
‫پېښېږي څلور قسمه خوړلي او ورپسې يې نتيجه اخېستې ده‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ ال َّرحِيمِ‬
‫وَالْفَجْرِ﴿‪﴾۰‬‬
‫( ‪)۰‬‬
‫قسم دی په فجر [د سپېدو په چاودنې] ‪=[،‬د سباوون څرګندېدنه]‪.‬‬
‫وَلَيَالٍ عَشْرٍ﴿‪﴾۴‬‬
‫( ‪)۴‬‬
‫او په لسګونو شپو قسم‪.‬‬
‫وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ﴿‪﴾۰‬‬
‫( ‪)۰‬‬
‫[=ورځـې‬ ‫او قسم دی په جوفت او طاق [ د زیاتېدنې او کمېدنې په پدېـدې]‬
‫ته د شپې د ورو ‪ ،‬ورو «تدريجي» بدلیدلو نظام او بر عکس يې]‬
‫وَاللَّيْلِ اِذَا َيسْرِ﴿‪﴾۲‬‬
‫(‪)۲‬‬
‫او قسم په شپه‪ ،‬هغه مهال چې [د ورځـې د رڼـا پـر لـور ورو‪ ،‬ورو] تېرېـږي‬
‫[=د تیاره د پایلې مهالونه «د شپې وروستی پار» ‪ /‬له سختۍ وروسته د اسانتیا زېری]‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَالْفَجْ ِر‪ .‬قسم په فجر‪ .‬وَلَیالٍ عَشْرٍ‪ .‬او په لسګونو شپو‪ .‬دلته ړومبنی «واو» په هر‬
‫آیت کې قسم دی او د پام را اړولو لپاره دی‪ .‬په عربي ژبه کې په ځېنو ځایونو کې له‬
‫اسم څخه مخکې «واو» د قسم په معنا دی‪ .‬الله تعالی په قرآن کې په ځلونو سوګند‬
‫خوړلی‪ ،‬ډیر زیات‪ .‬مونږ معموال کله چې وغواړو په خبره مو خلک باور وکړي‬
‫قسم خورو‪ ،‬خو الله تعالی دې ته اړ نه دی او په دې ټينګار نه لري چې خبره يې‬
‫ومني؛ خو کله چې وغواړي مونږ د یو څیز په اهمیت خبر او پوه کړي‪ ،‬سوګند‬
‫ن وَالزَّیتُونِ‪ )۰(.‬سوګند په انځر او زیتون‪.‬‬
‫ال چې وايي ‪ :‬وَالتِی ِ‬
‫خوري‪ .‬مث ً‬
‫پاملرنه وکړئ دغو دوو مېوو ته چې څومره د حیرانتیا وړ او مهمې دي‪ .‬یا وَاللَّیلِ‬
‫قسم په شپه‪ .‬یا قسم په مکه‪ ،‬یا د سینا په طور‪ ،‬یا سوګند په هغه څه چې وینئ او‬
‫هغه څه چې نه وینئ (‪ ،)۴‬چې دا البته په ډېرو څيزونوکې شامېليږي‪ .‬په هر‬
‫صورت‪ ،‬ښايي له سلو زیات قسمونه به په قرآن کې راغلي وي‪.‬‬
‫دلته يې د شپې ورځې په څلورو مهالونو قسم یاد کړی چې مونږ ترې پند او پیغام‬
‫واخلو‪ .‬زمونږ لپاره شپه‪ ،‬شپه ده او ورځ‪ ،‬ورځ ده‪ .‬یعنې شپه او ورځ مطلق ګڼو‪،‬‬
‫خو قرآن د شپې په مهالونو او د ورځې په مهالونو سوګند خوړلی‪ .‬د بېلګې په توګه‬
‫مونږ یوسورت د «عصر» په نامه لرو چې په هغه کې په عصر قسم یاد شوی دی‪ .‬یا‬
‫د غروب پرمهال‪ ،‬یا د شپې سر «ړومبی پار»‪ ،‬د شپې منځ «نیمه شپه»‪ ،‬د شپې پای‬
‫ل وَمَا وَسَقَ‪ ،)۰(.‬وَاللَّیلِ اِذَا عَسْعَسَ‪ )۲( .‬ولې؟ ددې لپاره‬
‫«وروستی پار»‪ :‬وَاللَّی ِ‬
‫چې دا هر یو‪ ،‬یو پیغام لري‪ .‬ورځ هم په همدې ډول‪ .‬الله تعالی په ګهيځ سوګند‬
‫ح ِاذَا َاسْفَرَ‪ )۵(.‬سوګند په ګهيځ چې پرده اوچتوي او ښکاره کوي‪.‬‬
‫خوړلی‪ :‬وَالصُّبْ ِ‬
‫دا هریو‪ ،‬یو لړ ظرافتونه او ځيرکتیا لري‪.‬‬
‫جرِ‬
‫اوس دا څلور آیتونه لولو‪ :‬لومړی‪ ،‬وَالْ َفجْرِ‪ .‬سوګند په فجر یا ګهیځ‪ .‬د وَالْفَ ْ‬
‫«الف او الم» معرفه دي‪ .‬یعنې د ګهيځ راختل یا د سهار څرګندېدل چې ټول يې‬
‫پېژنو او پرې پوهېږو‪ .‬وَلَیالٍ عَشْرٍ‪ .‬او په لسګونو شپو‪ .‬ډیری مفسرینو غوښتي دي‬
‫معلوم کړي چې دا لسګونه شپې کومې دي؛ د محرم لس شپې دي‪ ،‬که د ذی حجه‬
‫لس شپې دي‪ ،‬یا نورې شپي؟ ښايي هيڅ یو له دوی هم نه وي‪ .‬خو لس یو تام عدد‬
‫دی‪ .‬کله چې لمر پرېوځي او سپوږمۍ راوخېژي‪ ،‬آسمان دومره زیات تیاره نه وي‪،‬‬
‫خو د مېاشتې په پیل کې څو ورځې سپوږمۍ ډېره نرۍ او مهينه وي او زیات نه‬
‫زیات د شلو دقیقو لپاره راپورته شي او بېرته ټيټه او پټه شي‪ .‬د مېاشتې په پای کې‬
‫هم د سپوږمۍ هالل نری شي‪ .‬یعنې پنځه شپې له دې خوا او پنځه شپې له هغې‬
‫خوا‪ ،‬آسمان کابو بشپړ تېاره دی‪ .‬نو‪ ،‬د فجر د طلوع په مقابل کې په طبیعت کې یوه‬
‫بله پديده او ښکارنده هم شته‪،‬چې هماغه لس تیاره شپې دي ‪ .‬یعنې یو تر بله دوه‬
‫متضاد څيزونه‪.‬‬
‫خو دریم څه څيز دی؟ وَالشَّفْعِ وَالْوَتْ ِر‪ .‬سوګند په «شَفع» (چې شفاعت هم له‬
‫همدې ريښې دی)‪ ،‬شفع یعنې له یو څيز سره اضافه کېدل‪ ،‬جوفت کېدل‪« .‬وتر» د‬
‫هغه عکس او اړولې بڼه ده؛ یعنې له یو څيز څخه لږېدل‪ .‬لومړنی يې زیاتېدل دي او‬
‫دویم يې لږېدل‪ .‬د وَتر کلمه په یوبل آیت کې؛ د «محمد» په سورت کې هم راغلې‬
‫چې وايي ‪ :‬الله له تاسو سره دی‪ .‬او ستاسو له عملونو به هيڅ لږ نه کړي‪ .‬واللهُ‬
‫عمَالَکُمْ‪)۶(.‬‬
‫مَعَكُم و وَلَن یتِ َركُ ْم اَ ْ‬
‫خو له شفع او وتَر څخه موخه څه ده؟ ټول پوهېږو چې په طبیعت کې ناببره نه شپه‬
‫کيږي او په ناڅاپه توګه هم نه ورځ کيږي‪ .‬داسې نه ده چې یوځل‪ ،‬په یو وخت او په‬
‫ال‬
‫ټاکلې دقیقه یو دم هوا تیاره شي‪ .‬بلکه دا چاره ورو او په تدریج تر سره کيږي‪ .‬مث ً‬
‫ښايي لږ تر لږه یونیم ساعت وخت ونيسي چې هوا تیاره شي‪ .‬د ګهيځ لخوا هم‪،‬‬
‫همدا ډول‪ .‬د فجر د طلوع او څرګندیدو له مهاله کابو یونیم ساعت وخت نيسي‬
‫چې لمر راوخيژي او څرګند شي او هوا په بشپړه توګه روښانه شي‪ .‬دا تدریج او‬
‫پړاو په پړاو بدلون ددې المل کېږي چې ددغو دوو سیستمونو تغییر په ځنډ سرته‬
‫ورسيږي‪.‬‬
‫ځکه که ټولو څیزونو ناببره تغییر کولی او فرض کړئ همدا اوس چې شپه ده یو دم‬
‫لمر راختلی او ورځ کېدلی‪ ،‬د تودوخې د درجې د ناڅاپه توپیر له المله به‪ ،‬ډېر‬
‫سخت او شدید توپانونه رامنځته کېدلی او شنېلي او ګياه ګانې به د شپې له سړې‬
‫هوا وروسته یو ناڅاپه د لمر تر وړانګو الندې راتلی او ټولې به سوځېدی‪ .‬یا ددې‬
‫پر عکس‪ ،‬که ناڅاپه او ناببره په بیړه شپه کیدی‪ ،‬ټول موجودات چې د حرارت د‬
‫اوچتې درجې له اغېزه ګرم او داغ شوي وو په یو ځل به ناڅاپه یخېدلی او له منځه‬
‫به تللی یا لږ تر لږه د ډېر سخت زیان سره به مخامخ کېدلی‪ .‬د طبیعت سیستم او‬
‫تغییرات يې تدريجي‪ ،‬ورو او پرله پسې دي‪ .‬نو‪ ،‬دا آیت زمونږ پام طبیعت ته اړوي‬
‫چې په هغه کې هم اوږدې شپې دي او هم د فجر طلوع؛ خو د فجر طلوع او‬
‫څرګندېدل ناببره نه دي بلکه تدريجي دی‪ ،‬دا په دې چې د شفع او وتر پديده او‬
‫ښکارنده په طبیعت کې شتون لري‪.‬‬
‫څلورم‪ :‬وَاللَّیلِ‪ .‬قسم په شپه‪ .‬خو د شپې کوم مهال؟ اِذَا یسْ ِر‪ .‬هغه مهال چې ځې‬
‫[تېرېږي]‪«.‬یَسر» او «یُسر» یعنې آساني‪ ،‬سهولت او نرمي‪ .‬سوګند په شپه‪ ،‬هغه‬
‫مهال چې د آسانېدلو په حال کې ده‪ .‬یعنې څه؟ یعنې هغه مهال چې د شپې تیاره‬
‫ورو ورو لېرې کېږي‪ .‬فرض کړې که همدا اوس د فجر طلوع د ګهيځ پنځه بجې‬
‫دی‪ ،‬تر پنځه نیمو‪ ،‬زیات نه زیات تر شپږو بجو پورې هوا نیمه تیاره ده خو‬
‫وروسته تیاره ورو ورو له مېنځه ځې او هوا روښانه کېږي؛ آسمان پرله پسې روښانه‬
‫او روښانتر کېږي‪ .‬نو د شپې داسې شېبې دي چې تیاره د تېرېدو په حال کې ده‪.‬‬
‫دا نو زمونږ لپاره مهم درس دی د هر اووښتون او تغییر ترمخه د تېر سیستم د پای‬
‫ته رسېدو تر مخه دهغه سیستم د پایو سستیدل پیل کېږي خو واکمن نظام خپلې‬
‫وروستنۍ هلې ځلې کوي چې پاتې شې او الس او پښې وهي په اصطالح مذبوحانه‬
‫هڅې کوي او د هغه پسه په څېر چې غواړي ذبح يې کړي‪ ،‬الس او پښې وهي او‬
‫مذبوحانه هڅه کوي‪ .‬دا یو قانون دی چې په هر سیاسي نظام کې صادق دی‪ ،‬د‬
‫شوروي حکومت مو په یاد دی چې څه ډول یو زبرځواک و‪.‬خو له ړنګېدو یو دوه‬
‫کاله مخکې د ورځپاڼو خبرونو د یو معکوس حرکت حکایت کاوه چې د شوروي په‬
‫سیاست کې پیل شوی و‪ .‬د ګورباچف او ورپسې د یلتسین په دوران کې ‪ ،‬هره ورځ‬
‫به خبر راته چې د لنین مجسمه يې په پالنکې میدان «ډګر» کې راکوزه کړه‪ ،‬د‬
‫ستالين مجسمه يې په پالنکي مکان کې سرځوړې کړه‪ .‬البته ال تر دې د شوروي‬
‫نظام په پښو والړ و او ال له منځه نه و تللی‪ ،‬خو تل يې په پرله پسې توګه پښې‬
‫سستې او سست ترې کېدلې او هغو رئیسانو چې مطلق اقتدار درلود خپل ځواک‬
‫يې په تدريج ورو ورو له السه ورکاوه او د نظام د ودانۍ بنسټ د ړنګېدو او‬
‫غورځېدو په حال کې و؛ لکه د شمعې په څېر چې د ويلې کېدو او ختمېدو په لور‬
‫ځي‪ .‬په طبیعت کې هم‪ ،‬دا بهیر شتون لري؛ طبیعت هم تل د تغییر په حال کې دی‬
‫او یو نواخت نه دی‪.‬‬
‫خو ولې يې له فجر پیل کړی؟ ظاهراً فجر يې باید په پای کې راوړی وای‪ .‬دا ډول نه‬
‫دی؟ ړومبی يې باید له اوږدو شپو خبره کړی وای او ورپسې له شفع او وتر او په‬
‫پای کې د فجر له طلوع او سپېدو‪ .‬ظاهراً يې باید داسې ویلې وای‪ ،‬خو داسې يې نه‬
‫دي ویلي او لومړی يې فجر راوړی دی‪ .‬د سورت نوم هم «فجر» دی او لومړنی‬
‫سوګند هم فجر دی‪ .‬ټول اهمیت په همدې فجر کې دی‪.‬‬
‫فجر يې ړومبی راوړی ځکه چې تر ټولو مهمه نکته په همدې کې ده‪ .‬په دې د شپې‬
‫ورځې پېر کې د فجر نقطه د عطف او ګرځېدنې ټکی دی‪ ،‬هغه نقطه چې د ورځې‬
‫نظام د شپې پر نظام غلبه کوي او انفجار او انقالب لګېږي او چاودون او‬
‫اووښتون پیل کېږي او جوّ او هوا ښکته پورته کېږي؛ شپه ځي او ورځ راځي‪ .‬البته‬
‫دا ټول د تشبیه او تمثیل له بابه دي‪.‬‬
‫د هر هیواد ژبې او ادبیاتو کې د معقولو او نامحسوسو معناګانو د بیان لپاره د‬
‫محسوسو چارو پورې اړوند لغتونو او وییو څخه ګټه اخلي په هر هیواد کې له‬
‫انقالبونو څخه مخکې‪ ،‬لیکوالو او شاعرانو چون جرئت نه شو کولی خپله خبره‬
‫څرګنده ‪ ،‬صریح او مخامخ بیان کړي‪ ،‬د استعارې او تمثيل په ژبه به يې خپله موخه‬
‫بیانوله‪« .‬ټولوي ستوري هره شپه له دې آسمانه‪ ،‬خو ال د ستورو تل باران په دې‬
‫آسمان دی» چا نه شو کولی د شاعر ګرېوان ونيسي چې ولې د اعدامونو او وژنو په‬
‫اړه خبرې کوې یا که ویل به يې « ګهيځ نژدې دی» ځرګنده وه چې موخه يې کوم‬
‫ګهيځ دی‪ .‬دا ژبه په سیاسي ادبیاتو کې‪ ،‬که انقالبي وو یا غیرانقالبي‪ ،‬ډېره کارېدله‬
‫او ال کارېږي‪ .‬په هر ځای کې چې شونې نه وي نېغ په نېغه او په څرګنده توګه موخه‬
‫بیان کړای شي‪ ،‬باید د محسوسو سره د معقولې تشبیه او استعارې له ژبې کار‬
‫واخېستل شي‪.‬‬
‫د «استعاره» کلمه هم یعنې عاریه یا پور اخېستل‪ .‬یعنې اصطالحات او لغتونه چې‬
‫ځانګړي او ټاکلي کارنځایونه لري‪ ،‬د بل کارن لپاره په عاریه او پور واخلي چې یو‬
‫مطلب په اغېزناکه یا غیرمستقیمه توګه بیان کړي‪.‬‬
‫اوس نو دا آیت څه غواړي ووايي؟ غواړي ووايي چې نه په طبیعت او نه د انسانانو‬
‫په نړۍ کې‪ ،‬ثابت وضعیت شتون نه لري‪ .‬د شپې په هماغو اوږدو ساعتونو کې‬
‫چې په بشپړه توګه تیاره ده او ټو څيزونه او ټول ځایونه په تیاره کې ډوب دي‪ ،‬شپه‬
‫په پرله پسې توګه د تېرېدو په حال کې ده‪ .‬په بل ځای کې وايي‪ :‬وَاللَّیلِ وَمَا‬
‫وَسَقَ(‪ )۷‬قسم په شپه هغه مهال چې د داړونکي په څېر برالسې شوې او ټول‬
‫ځایونه يې په تیاره کې ډوب کړي دي‪ .‬له ټول احوال سره په پای کې شپه اوړي او‬
‫تېرېږي‪ .‬ځکه چې نه شبه او نه هيڅ کوم بل څيز په جهان کې تلپاتې او ابدي دي‪،‬‬
‫چون شفع او وَتر شتون لري‪ .‬د تاریخ په اوږدو کې به مو ډیر رژیمونه ليدلي وي یا‬
‫به مو اورېدلي وي چې د شپې د تیاره په څېر خپل ځواک او برالسۍ ته رسېدلي او‬
‫په پای کې يې پښې لړزېدلي‪ ،‬ړنګ شوي او راغورځېدلي دي‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪۰‬ــ د فجر معنا د اوبو جاري کېدلو لپاره د تيږو او خاورو د کنلو‪ ،‬سوري کولو‪،‬‬
‫غوڅولو او څيرې کولو په توسه د چينې‪،‬کاریز او لښتي رامنځته کول دي [ بقره‬
‫‪ )۶۳:۴(۶۳‬او ‪ ،)۷۲:۴( ۷۲‬اسراء ‪ )۹۳:۰۷(۹۳‬او ‪ ،۹۰‬کهف ‪،)۰۰:۰۸(۰۰‬‬
‫یاسین ‪ ،)۰۲:۰۶( ۰۲‬انسان ‪ ،])۶:۷۶( ۶‬همدا راز د راتلونکي لید او مقابل دیوال‬
‫سوري کول [قیامة ‪ ،])۵:۷۵( ۵‬د لمر نور او وړانګې هم د اوبو د لښتي په څېر ‪،‬‬
‫خو په ځلونو ګړندي څرګنديږي او ځليږي‪ .‬د روژې نېولو مهال د فجر له وخته‬
‫[ بقره ‪ ،] )۴ :۰۸۷(۰۸۷‬د قدر د شپې برکت «د فجرطلوع»پورې ادامه‬ ‫پیلېږي‬
‫لري[قدر (‪ ])۹۷:۵‬اود ګهيځ لمونځ هم له هماغه مهاله روا دی‪ .‬اسراء ‪۷۸‬‬
‫ن الْ َفجْرِ‬
‫جرِ اِنَّ ُقرْآ َ‬
‫ل وَقُرْآنَ الْفَ ْ‬
‫غسَقِ اللَّيْ ِ‬
‫صلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ اِلَى َ‬
‫(‪ )۷۸:۰۷‬ــ اَ ِقمِ ال َّ‬
‫كَانَ مَشْهُودًا‬
‫نور ‪ )۵۸:۴۲( ۵۸‬ــ ‪ ...‬مِنْ َقبْلِ صَلَاةِ الْفَجْ ِر وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَا َبکُمْ مِنَ الظَّهِيرَةِ ‪....‬‬
‫فجور هم چې د تقوا په مقابل کې دی‪ ،‬یو ډول د حریم ‪ ،‬اخالقو او شرېعت د‬
‫بريدونو ماتول او پرې کول دي‪.‬‬
‫‪ ۴‬ــ د لسګونو شپو په اړه مفسرینو ډول ډول بېلګـې او مصـداقونه وړانـدې کـړي دي‬
‫چې د سوګندونو له مضمون سره يې د اړیکې ثبوت دومره آسان نـه بريښـي‪ ،‬لـه بلـې‬
‫خوا مونږ پوهيږو چې د میاشتې په اوږدو کې له بشپړ بـدر [څوارلسـمه شـپه] څخـه‬
‫کابو لس شپې مخکې او لس شپې ورپسې له لمر پرېوتـو وروسـته آسـمان لږوډېـر د‬
‫سپوږمۍ په رڼا روښـانه دی‪ ،‬خـو کـابو د مېاشـتې پـه لومړنیـو پنځـو شـپو او د پـای‬
‫پنځو شپو کې‪ ،‬سپوږمۍ نه لېدل کيږي او یا ډېره نرۍ وي او ژر ډوبيـږي او آسـمان‬
‫په دغو لسو شپو کې تیاره دی ښايي په [لیال عشر] کې د لسو عدد د پشـپړې تیـاره‬
‫ښکارندوی وي [والله اعلم]‪ .‬په هر حـال د فجـر د طلـوع پـه وړانـدې‪ ،‬د لـس ګونـو‬
‫شپو يادونه‪ ،‬یو تقابل او تضاد لکـه د حـق او باطـل د تضـاد پـه څېـر لـه یـو بـل سـره‬
‫رغښتنه کوي‪.‬‬
‫‪ ۰‬ــ د « شَفْعِ »‪ ،‬معنا له یو څیز سـره ملتیـا او اضـافه کیـدل دي‪ ،‬لکـه څنګـه چـې پـه‬
‫شفاعت کې د حاجت د پوره کېدلو لپاره یوه واسطه اضـافه کيـږي‪ .‬خـو د «وَتْـرِ» پـه‬
‫اړه له نورو دوو موردونو څخـه چـې ددې کلمـې مشـتقات پـه قـرآن کـې راغلـي دي‪،‬‬
‫کېدی شي د ټوليزي او ژورې پوهې لپاره مرسته واخلو‪:‬‬
‫كمْ اَعْمَالَکُمْ [‪ ...‬الله له تاسو سره‬
‫محمد ‪ )۰۵:۲۷( ۰۵‬ــ ‪ ...‬وَاللَّ ُه مَ َعكُمْ َولَنْ يَ ِترَ ُ‬
‫دی او هېڅکله ستاسو له عملونو نه کموي]‬
‫مؤمنون ‪ )۲۲:۴۰( ۲۲‬ــ ثُ َّم اَرْسَ ْلنَا رُسُلَنَا تَتْرَى ‪ [ ...‬بیا مو په تواتر ــ پرله پسې ــ‬
‫خپل استازي ولېږل]‬
‫پوهېږو چې شپه او ورځ په ناببره نوګه نه ځای پر ځای کيږی که داسې وای‪ ،‬د‬
‫تودوخې او سړوخې ‪ ،‬رڼا او تیاره د ناڅاپي بدلون عوارضو به ‪ ،‬ژوند په ټوليزه‬
‫توګه ګډوډ کړی وای‪ .‬خو لکه څنګه چې هره ورځ وينو‪ ،‬د فجر له مهاله تر لمرختو‬
‫او د لمر لویدو له پیله تر بشپړې تیارې پورې له یوه ساعته ډیر وخت نيسي‪.‬‬
‫مفسرینو شفع «جوفت» [غبرګ] او وتر يې «طاق» [یویز] ترجمه کړی دی‪ ،‬ددې‬
‫سورت د سوګندونو نژ دیو اړیکو ته په پاملرنه چې له فجر‪ ،‬لس ګونو شپو او د‬
‫تیاره د تدريجي تېرېدو څخه یادونه کوي‪ ،‬ایا نه شو کولی د شپې او ورځې د‬
‫بدلیدو نظام کې «شفع» د تیاره او رڼا زیاتوالی‪ ،‬او «وتر» د هغوی تدریجي کموالی‬
‫فرض کړو؟ په بشري ټولنو کې د باطلو ځواکونو «زوال» او د آزادۍ پالو او حقپالو‬
‫ځواکونو «پورته کېدل» یو له همدغه شفع او وتر د ميکانیزم له مصداقونو ګڼل‬
‫کېږي‪.‬‬
‫‪ ۲‬ــ د شپې د تیاره په وروستیو شېبو چې د ظلم ‪ ،‬ځور او تېـري د چـارواکۍ د پـای‬
‫ورځو زېری کوي ‪ ،‬قرآن درې ځلې سوګند خوړلی‪ .‬چې لـومړنی يـې همـدا آیـت دی‬
‫چې د هغه د زغم په آسانېدلو [اِذَا يَسْرِ ] پاملرنه لري‪ ،‬دویم يـې د تیـاره د ټیګتیـا پـه‬
‫نرۍ کېدلو «وَاللَّيْلِ اِذَا عَسْعَسَ» [تکویر ‪ ،])۰۷:۸۰( ۰۷‬او په پـای کـې دریـم يـې د‬
‫هغې په شا ته کېدلو او تللو داللت کوي « وَاللَّيْلِ اِذْ اَدْبَرَ» [مدثر ‪.])۰۰:۷۲( ۰۰‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫هَلْ فِي ذَلِكَ قَسَمٌ لِذِي حِجْرٍ﴿‪﴾۵‬‬
‫آیا په دې [آیتونو] کې [د پاملرنې او تدبر وړ] کوم قسم د عقل [= له ګنـاه څخـه‬
‫( ‪)۵‬‬
‫منع کوونکی وجدان] خاوندانو ته شته؟‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫په هر صورت‪ ،‬له دغو څلور قسمونو وروسته پوښتنه کوي‪ :‬هَلْ‪ ،‬یعنې آیا‪ .‬فِي‬
‫جرٍ‪.‬د عقل او‬
‫ذَلِكَ‪ ،‬یعنې په دې کې‪ ،‬په هغه څه کې چې وویل شول قَسَمٌ لِذِي حِ ْ‬
‫خرد خاوندانو ته کوم سوګند او پیغام و؟«حِجر» یعنې د تقوا ځواک او نېرو؛ د‬
‫نفس د کنټرول ځواک‪ .‬پوښتنه کوي چې څه مې غوښتل ووایم ؟ آیا په هغه څه کې‬
‫چې مې وویل د عقل اندیالو او د عقل خاوندانو ته کوم بیغام و؟‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۵‬ــــ «حَجَــر» تيګــې [ډبــرې] تــه ویــل کېــږي او « حِجْــر» د تيــږو منظمــې بــارې او‬
‫ســاتندویه دیــوال تــه وايــي چــې د مالکیــت د تثبیتولــو لپــاره د کــور ‪ ،‬ملکیــت او د‬
‫ځمکــې او پټــو شــاوخواته يــې جــوړاوه‪ .‬دا لغــت د ســاتلو او کنټــرول د مفهــوم‬
‫بیانوونکی دی او له دې المله د خِرَد ‪ ،‬اند او عقل خاونـدانو تـه چـې پـر خپـل نفـس‬
‫مراقبت او کنټرول لري «ذی حجر» ویل کېږي‪.‬‬
‫د لمر‪ ،‬ځمکې ‪ ،‬د شپې ورځې او د هغه فصـلونو وضـعیت چـې د هغـوی د واټـن او‬
‫حرکت له توپيره حاصليږي‪ ،‬ثابـت نـه دی او تـل پـه تغیـر او تحـول کـې دی‪ .‬لـه دې‬
‫المله کله د شپې په مطلقه تیاره کې یو او کله د شپې د ټغر د تـدريجي ټولېـدو نیمـه‬
‫تیاره وينو او په پـای کـې د فجـر طلـوع او د روښـانه ګهـيځ د لمـن د خپرېـدو ننـداره‬
‫کوو‪ ،‬د انساني ټولنو او د ظالمو او فاسدو رژیمونو وضعیت هم ثابت او تلپاتې نـه‬
‫دی‪ ،‬بلکــه لــه يــوه مخــې د تحــول‪ ،‬بــدلون او تغییــر ســره مخــامخ دي‪ .‬کــه د آســمان‬
‫تغییرات او بدلونونه د نور او تیاره د نسبت د توپیر له المله دي‪ ،‬د تـاریخ او انسـاتي‬
‫ټولنو د سرلیک تغییرات او بدلونونه هم د حق او باطل د اختالف او توپير لـه الملـه‬
‫دي‪ .‬په دې ترتيب طبیعت او تاريخ لـه يـو ډول قانونمنـدۍ ځخـه تبعیـت او پیـروي‬
‫کوي‪ .‬هغه څوک چې د طلوع او غروب تغییر او نوبـت د شـپې ورځـې پـه تحـول او‬
‫اوښتون کې ويني او ننداره يې کوی‪ ،‬باید له دې موډل او محسوس مثـال او بېلګـې څخـه‬
‫ټوليز یو نظام ته چې د هستۍ په حرکتونو ‪ ،‬لـه هغـې ډلـې د انسـاني ټولنـو او د هغـوي د‬
‫سیاسی ټولنیزو بهیرونو په تحوالتو او اوښتونونو حاکم او واکمن دی پوه شي او له هغې‬
‫عبرت واخلي او دا د فجر سورت له ډیرو مهمو او غوره پیغامونو څخه دی‪.‬‬
‫د تاریخ په رڼا کې څرګنديږي چـې‪ ،‬د ظلـم ‪ ،‬ځـور او سـتم پـه هـرې شـپې پسـې ‪ ،‬د‬
‫قومونو په راتلونکي افق کې د فجر طلوع او روښـانه ګهـيځ څرګنـد شـوی دی او تـل‬
‫نمرودان‪ ،‬فرعونان‪ ،‬قیصران او ابوسفیانان د ملتونو د فجـر لـه طلـوع او د هـدایت د‬
‫نــور د مبشــرو او زیــری ورکوونکــو وګــړو ‪ ،‬لکــه ابــراهیم‪ ،‬موســی‪ ،‬عیســی او محمــد‬
‫(علیهم السالم) په راتلو سره‪ ،‬په خپله ذاتي تیاره کې‪ ،‬محو او له منځه تللي دي‪ .‬که‬
‫د انساني ټولنو وضع ثابته پاتې کیدی‪ ،‬د جبارانو د تصاعدي واکمنۍ او د ملتونـو د‬
‫زیاتېدونکې ذلت او مخ په ځوړ تګ سره به‪ ،‬هيڅکله ژغورنه او نجـات کېـدونی نـه‬
‫و‪ ،‬او که ملتونو د آزادۍ قدر پېژندی او د نعمتونو شکر يې پر ځای کولی‪ ،‬هېڅکلـه‬
‫به د شپې ساتونکو او پاسوالو ته د بېرته ستنېدو الر نه پاتې کیده‪ ،‬خو حـق او باطـل‬
‫لکه د شپې او ورځې په څېر تناوب لري او په تلو راتلو کـې دی‪ ،‬خـو څرنګـه چـې د‬
‫تیاره د اوږد تسلط او برالسي [وَلَيَـالٍ عَشْـرٍ ] ‪ ،‬او د تیـاره د تـدریجي زوال او رقیـق‬
‫کیدو[وَاللَّيْلِ اِذَا يَسْرِ] او د فجر طلوع سره آشنا او عادت یو‪ ،‬ډیره لږه زده کـړه تـرې‬
‫کوو او په دې تغیراتو کې چـې ټولـو تـه څرګنـد او محسـوس دي او پـر تیـاره د نـور‬
‫اصالت او اوچتوالی څرګندوي ډېر لږ اند کوو‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫اَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَ ُّبكَ بِعَادٍ﴿‪﴾۶‬‬
‫آيا و دې نه ليدل [=پوه نه شوې] چې ستا پالونكي رب د عاد [لـه قـوم] سـره‬
‫( ‪)۶‬‬
‫[= څه ډول يې د خپلو کړنو په پایلو اخته کړل]‬ ‫څه وكړل؟‬
‫اِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ﴿‪﴾۷‬‬
‫ارم [له ښار سره ] چې د ستنو [= د ستنو واال ماڼیو] لرونکی و‪.‬‬
‫الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ﴿‪﴾۸‬‬
‫دا ډول [ودانۍ او ښار] چې سارى يې په هیوادونو کې [= نـورو ښـارونو كـې]‬

‫و‪)۷(.‬‬ ‫ودان شوى نه‬


‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫اوس د تاریخ په څرک او نښو پسې ځي او له تاریخ مثال راوړي‪ :‬اَ َلمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ‬
‫رَبُّكَ بِعَادٍ‪« .‬أ» یعنی آیا‪ .‬لَمْ َترَ یعنی ودې نه لیدل‪« .‬تَری» یعنی ودې لیدل؛ لم تر‬
‫ل وکړ [سرته يې ورساوه]‪ .‬رَبُّكَ ستا‬
‫یعنی ودې نه ليدل‪ .‬كَیفَ په څه کیفیت؟ فَعَ َ‬
‫پالونکي رب‪ .‬دچا په اړه؟ بِعَادٍ‪ .‬د عاد قوم‪ .‬رَب یعنی رئیس‪ ،‬یعنی کارفرما او د‬
‫اختیار خاوند او واکمن‪ .‬نه وايي «الله»‪ ،‬وايي «رَب»‪ .‬یعنې هغه چې جهان ته د‬
‫نظام ورکوونکی دی‪ .‬آیا ودې نه ليدل ستا پالونکي رب د عاد قام سره څه وکړل؟‬
‫نه دا چې په سترګو دې ونه ليد‪ .‬یعنې پوه نه شوې؟ اورېدلې دې نه دي؟‬
‫نه پوهېږې؟ د عاد قام کوم قام دی؟ اِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ‪ .‬له اِرَ َم څخه مطلب د اِرَم ښار‬
‫دی‪ ،‬چې «ذات العماد» و‪« .‬عماد» یعنی ستنه‪ .‬د اِرَم ښار د لوړو ماڼیو او ستنو سره‬
‫خلَقْ مِ ْث ُلهَا فِی الْبِلَادِ هغه چې ساری يې په‬
‫يې‪ ،‬د عاد قام پالزمېنه وه‪ .‬الَّتِی َلمْ ی ْ‬
‫نورو هیوادونو او ښارونو کې جوړ شوی نه و‪ ،‬یو ستر ښار د غره په زړه کې د خپلو‬
‫هغو ټولو ماڼیو او د توږل شوو او پرې شوو او حجاري شوو ډبرو سره يې‪ .‬آیا ومو‬
‫لېدل چې د عاد قام څه شول؟‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۶‬ــــ د عــاد نــوم د قــرآن پــه ‪ ۰۸‬ســورتونو کــې ‪ ۴۲‬ځلــه تکــرار شــوی دی‪ .‬د «قــرآن‬
‫قاموس» له مخې ‪ ،‬د عاد قوم د جزیرةالعرب په جنوب کې د یمن د احقاب په سيمه‬
‫استوګنه درلوده‪ ،‬د بُتانو پالنه او نمانځنه يې کولـه‪ .‬ویـل شـوي چـې ددې قـام نـوم د‬
‫هغوی له نیکه «عاد» څخه چې د نوح څلورم نسل و‪ ،‬اخيستل شوی دی‪ .‬د عاد قـام‬
‫له نورو سـامي قـامونو څخـه مخکـې رامنځتـه شـوی او سـربیره پـر «هـود» يـې نـور‬
‫بیغمبران هم درلودل‪ .‬دا قام د ځواکمنو او مغرورو سلطانانو لرونکی و‪.‬‬
‫‪ ۷‬ــ د قرآن قاموس د لیکوال په وینا‪ ،‬اِرَم یوه پرتمینه او بې سـاري ودانـۍ یاښـار و‪،‬‬
‫چې په پای کې يې افسانه يي بڼه غـوره کـړې ده‪ .‬د تـورات د نښـو او نښـانو څخـه د‬
‫«ادوم» قام ته او د «ادومی رام» او « ادورام» نومونو ته او د هغوی لفظـي ورتـه والـی‬
‫د «عاد اِرَم » سره چې په قرآن کې راغلی‪ ،‬ښايي هر دواړه د یـوه قـام څرګنـدوی وي‪.‬‬
‫دا راز د تلفظ او تعبیرونو اختالف په عربي او عبري کلمو کې ډیر تـر سـترګو کيـږي‬
‫[د « پا به پای وحي » کتاب دوهم ټوک ‪ ۴۷۴‬مخ ــ مهندس مهدی بازرګان ــ]‪.‬‬
‫د عاد قام له ټولو ځانګړتیاو څخه چې لـه ځېنـو يـې د قـرآن پـه نـورو سـورتونو کـې‬
‫یادونه شوې ده‪ ،‬دلته یوازې د هغوی د ستنو واال ښار یا ماڼیو ته اشـاره شـوې ده تـر‬
‫څو د دغو ماڼیو او ښکارندو پرتم او برم چې د هغې زمانې د خلکـو سـترګو‪ ،‬سـترګو‬
‫کې به کیدل او ددې ماڼیو استوګن او د هغوی ځواکونـه بـه يـې تلپـاتي ګڼـل څرګنـد‬
‫کړي‪ .‬په ورپسې څو آیتونو کې يې چې د نورو قامونو نومونـه اخيسـتي‪ ،‬د هغـوی د‬
‫همدغو ظاهري تمدنونو ښکارندو او پرتمونو ته اشاره شوې ده‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ﴿‪﴾۹‬‬
‫او هم د ثمـود [قـام]‪ ،‬هغـو کسـانو چـې ډبـرې بـه يـې [ د مـاڼیو او سـمڅو د‬
‫( ‪)۸‬‬
‫ودانولو لپاره] په وادي ګانو [او درو] کې توږلې‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫صخْ َر بِالْوَادِ خو د ثمود قام‪ ،‬هغه قام چې‬
‫او بل ساری يې‪ :‬وَثَمُودَ الَّذِینَ جَابُوا ال َّ‬
‫صخْ َر ډبرې‪ .‬بِا ْلوَادِ‪ .‬په هغه وادي کې چې مېشت وو‪.‬‬
‫جابوا‪ ،‬کنلې او توږلې يې‪ ،‬ال َّ‬
‫د ثمود قام به خپل ښارونه د غرونو په زړونو کې ودانول‪ .‬دا د انسان په طبیعت کې‬
‫دی چې زړه يې په تلپاتې توګه بند او تړلی دی‪ .‬غر د کلکوالي‪ ،‬ټينګتیا او ثبات‬
‫ښکارندوی دی‪ .‬او د ثمود قام بورجل لرونکې ماڼۍ له ډبرو ودانې کړې وې چې‬
‫ښايي د ډبرو پېر ته اشاره وي ــ خو د زلزلې د یو سخت ټکان سره هغوی لکه د‬
‫خټینو خاشاکو ودانیو په څېر راوپرزېدلې او ړنګې شوي او بې له ویجاړو او ړنګو‬
‫کنډرو ترې څه پاتې نه شول‪ .‬زمونږ اوستاسو په سيمو کې هم د داسې ړنګو‬
‫لرغونو کنډرو بېلګې کتلی شو چې چتونه يې چې د لرګو وو‪ ،‬سوځېدلي او یا‬
‫وراسته شوي او له منځه تللي او ډبرينې کنډرې يې پاتې دي‪ .‬وَثَمُودَ الَّذِینَ جَابُوا‬
‫خرَ بِالْوَا ِد‪.‬‬
‫الصَّ ْ‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۸‬ــ په عامو پېژندل شوو سفرونو کې الر وهل د اوسنیو لېږدوونکو توکـو او وسـیلو‬
‫په توسه دومره ستونزمنه چاره نه ده‪ ،‬خو کله کله الر هواره نه ده‪ ،‬او غرونـه او ډبـرې‬
‫مخنېـوی کــوي‪ ،‬پـه دې صــورت کــې لـه لغــم او تونــل وهلـو یــا د ډینامیــت او د الر‬
‫جوړونې د درنو ماشینونو په مرسته د واټ جوړونې سختو عملیاتو پرتـه بلـه چـاره‬
‫نشته‪ .‬په هر حال باید خنډ لـه مخـې ليـرې شـي چـې ټـاکلې مـوخې تـه ورسـېږي‪ .‬د‬
‫«ثمود» قام چې داستان يې د قرآن په ګڼو سورتونو کې راغلـی دی‪ ،‬د معمـارۍ هنـر‬
‫يې د غرونو په زړونو کې د الر جوړولو او کور جوړولو لپاره د سختو ډبـرو کنـل او‬
‫توږل و‪ .‬هغه کلمه چې قرآن د هغوی د هنر لپـاره کـارولې ده‪ ،‬دقیقـاً د «اجابـت» لـه‬
‫مصدر څخه مشتق شوې ده‪« :‬وَثَمُودَ الَّـذِينَ جَـابُوا الصَّـخْرَ بِـالْوَادِ» [او د ثمـود قـام‬
‫چې په وادې ګانو کې به يې ډبرې توږلې ــ فجر ‪ .])۹:۸۹( ۹‬له ‪ ۲۰‬ځلو څخه چې‬
‫د «اجابت» د لغت مشتقات په قرآن کې کارول شوې دي‪ ،‬دا یوازينی مـورد دی چـې‬
‫اجابت په خپل ريښه يي او اصلي مادي مفهوم مصرف شـوی دی! ګویـا د قـرآن نـاز‬
‫لونکی موخه لري له دې الرې مونږ پوه کړي چې لکه څنګه چې مقصد او منزل ته د‬
‫رسېدو لپاره الزم دي چې سختې ډبرې د پښو له مخې لېـرې کـړو د دعـا پـه اجابـت‬
‫کې هم د خپل ځان او محبوب تر منځ خنډونه‪ ،‬ان که په ډبرین شوو زړونو کـې هـم‬
‫وي‪ ،‬نرم او رام کړی شي!‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَفِرْعَوْنَ ذِي الْأَوْتَا ِد﴿‪﴾۰۳‬‬
‫( ‪)۹‬‬
‫[د غرونو په څېر]‬ ‫او فرعون د مېخونو [اهرام] خاوند‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَفِرْعَوْنَ ذِی الْأَوْتَادِ‪ .‬او فرعون د اوتاد لرونکی‪« ،‬اوتاد» د «وَتَد» جمع دی‪ .‬او وتد‬
‫یعنې مېخ ‪ .‬غرونو ته هم قرآن «اوتاد» ویلي‪ ،‬چون غر هم د ميخ په څېر د ځمکې‬
‫جامد قشر د الندېنیو پوړونو سره ټينګ ساتلی دی‪ .‬ټول پوهېږو چې فرعونان د څه‬
‫شي خاوندان وو؟ اَهرام‪ .‬فرعون د مېخونو خاوند‪ ،‬چې هماغه هرمونه «اهرام» دي‪،‬‬
‫چې هغه هم د غره په بڼه دي او د مېخ په څېر پر ځمکه ټينګ شوي دي‪ .‬نو له درېو‬
‫تمدنونو نښې او شاهد راوړي داسې تمدنونه چې ظاهري برم‪ ،‬پرتم او سترتوب يې‬
‫له ورایه د نورو سیمو قامونه اغیزمن‪ ،‬مرعوب او ډار کړي وو‪ .‬د فرعون په زمانه‬
‫کې چا دا باور کاوه چې یوه ورځ به دهغه سلطنت او واکمني وپرځي؟ د فرعون په‬
‫وړاندې له ګڼ شمېر مریانو او د بني اسرائیلو له رټل شوي ‪ ،‬ځپل شوي قام پرته ‪،‬‬
‫یعنې د همدغو اوسنیو یهودیانو د نسل پرته نور هیچا شتون نه درلود‪ .‬فرعون د‬
‫همدغو یهودیانو پر نیکونو سلطنت او و اکمني کوله‪.‬‬
‫کله چې حضرت یوسف مصر ته راغی او ځواک ته ورسید‪ ،‬د نن ورځې په ژبه او‬
‫اصطالح د اقتصاد او ماليي وزیر شو‪ ،‬پالر او مور او یوولس ورونه یې مصر ته‬
‫راولېږدول د هغوی د کورنیو او زاد او ولد سره‪ ،‬د څو پېړیو په اوږدو کې‪ ،‬د هغوی نسل‬
‫ډېر شو‪ ،‬وپنځېدل او اوسنی د یهود قام ترې جوړ شو‪ .‬تل همداسې ده‪ .‬خو دوی وروسته‬
‫څرنګه چې د هغه ټاټوبي اصلي خلک نه وو‪ ،‬مريتوب ته وکشول شول او مریان شول‪.‬‬
‫دا اهرامونه هماغوی جوړ کړي دي‪ .‬د فرعون د مامورانو د متروکو او کروړو تر‬
‫ګوزارونو الندې يې‪ ،‬غټې او درنې ډبرې لېږدولې او پورته به يې وړلې او یو پر بل‬
‫به يې ايښوولې‪ .‬په داسې اوضاع او احوال کې چا دا باور کاوه چې دوی به یوه ورځ‬
‫د فرعوني رژیم په وړاندې وښوري او بریالي به شي؟ یا چا دا تصور کاوه چې د عاد‬
‫قام له هاغو سترو ښارونو سره به يې یوه ورځ له منځه والړ شي او نشت شي‪ .‬د‬
‫مصر اهرامونه که چا له نږدې لېدلې وي او یا لږ تر لږه د هغوی انځورونه يې کتلي‬
‫وي چې دا غټې جوسې او بڼې چې د غرونو په زړونو کې يې کنلي دي‪ .‬یوازې‬
‫اهرامونه نه دي؛ دا جوسې يې کابو د دوو سو مترو په لوړوالي‪ ،‬د غرونو په منځ کې‬
‫رامنځ ته کړي‪ .‬اوس نو پاملرنه وکړئ‪ ،‬په زرګونو زره کسانو کلونه کلونه زیار او ربړ‬
‫ګاللی چې دا يې جوړې کړي‪ .‬اوس نو د مصر خلکو جې هره ورځ يې دا جوسې او‬
‫پیکرې د خپلو سترګو تر وړاندې درلودې‪ ،‬چې په ټوله کې د فرعون د ځواک نښې‬
‫ترې څرګندې وې آیا دا شونې وه چې هغوی تصور وکړي چې دا ستره او ځواکمنه‬
‫دستګاه به ړنګه او ويجاړه شي؟‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۰۳‬ــ اوتاد‪ ،‬د«وَتَدْ» جمع ده‪ .‬قرآن غرونه هم «اوتاد» نومولي چې لکه د اهرام په‬
‫څېر‪ ،‬ډیری يې د هرم په بڼه دي او لکه د مېخ په څېر يې د ځمکې جامد قشر د‬
‫الندينیو قشرونو سره نښلولی او د هغوی د ښورېدو او حرکت مخنېوی کوي‪ .‬په‬
‫دې سورت کې«ذِي الْأَوْتَادِ» يې د عاد او ثمود قامونو د معمارۍ د صفتونو تر‬
‫څنګ[د ارم ښار له ډبرینوستنو سره‪ ،‬ښارونه له حجاري شوو ودانیو سره] ذکر‬
‫کړی چې داسې ښکاري موخه يې هماغه اهرامونه یعنې د فرعونیانو د ځواک او د‬
‫علمي اوصنعتي پرمختګ تر ټولومهمه اوغوره نښه او ښکارند دی‪ .‬د اوتاد کلمه‬
‫جبَالَ‬
‫درې ځله په قرآن کې تکرار شوې ده‪ ،‬یو د غرونو په وصف کې راغلې ده [وَالْ ِ‬
‫اَوْتَادًا ــ نبأ ‪ ،])۷:۷۸( ۷‬او دوه ځله د فرعون د اهرام په وصف کې [وَفِرْعَوْنَ ذِی‬
‫الْأَوْتَادِ ]‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلَادِ﴿‪﴾۰۰‬‬
‫هغوى چې پـه ښـارونو [او متمـدنو هیوادونـو] كـې يـې [لـه بریـدونو‪ ،‬ادابـو او‬
‫(‪)۰۳‬‬
‫حکمونو] طغیان [سرکښي او تېری ] وکړ‪.‬‬
‫فَاَ كْثَرُوا فِيهَا الْفَسَا َد﴿‪﴾۰۴‬‬
‫(‪)۰۰‬‬
‫او [په پایله کې] هلته يې[په هغه ښارونو او متمدنو ټولنو کې]‪ ،‬فساد زیات کړ‬
‫[= ډېر فساد او ناروا چارې يې وکړې] ‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫طغَوْا فِی ا ْلبِلَادِ‪ .‬او هغوی چې په ښارونو کې طغیان او سرغړونه وکړه‪ .‬د‬
‫الَّذِینَ َ‬
‫هغو تمدنونو او قامونو مثال وړاندې کوی چې د طغیان اهل وو‪ .‬فَاَ كْ َثرُوا فِیهَا‬
‫الْفَسَادَ‪ .‬او په خپلو ښارونو کې یې فساد او تباهۍ زیاتې کړې‪ .‬له فساد څخه موخه‬
‫یوازې جنسي فساد نه دی‪ .‬فساد‪ ،‬د نظم له منځه تلل دي‪ .‬هر څيز چې نظم يې‬
‫ګډوډ شي فساد پکې الر مومي‪ .‬دیکتاتوري فساد دی‪ ،‬ځکه چې د ټولنې نظم له‬
‫منځه وړي ‪ .‬په ديکتاتوري نظام کې‪ ،‬د ټولنې شتمني د ديکتاتور او دهغه د هم‬
‫غاړو په واک او تصرف کې دي‪ .‬ځواک او نفوذ هم په همدې ډول‪ .‬او دا د الهي‬
‫نظاماتو او د هستۍ د نظم ګډوډېدل دي‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۰۳‬ــ «طَغَوْا» د طغیان له مصدر څخه ماضي فعل دی‪ .‬د انسان طغیان‪ ،‬لکه د سـیند‬
‫د طغیان او د هغه د سیالب په څېر‪ ،‬له حریم او حدودو وتل دي او ویجاړي او زیان‬
‫رامنځته کوي‪« .‬طاغوت» د طغیان له مصدر څخه هر متکبر طغیانګر ته ویل کيـږي‬
‫چې په ظلم او ستم او پر ځان چورلیزۍ‪ ،‬د خلکو په منځ کې خدايي کـوي‪ .‬دا کلمـه‬
‫چې ‪ ۸‬ځله په قرآن کې تکرار شوې ده‪ ،‬ډیری يې طاغوت د الله په وړانـدې او مقابـل‬
‫کې ذکر کړی دی [نساء ‪ )۷۶:۲( ۷۶‬او زمـر ‪ ،])۰۷:۰۹( ۰۷‬او دهغـه انکـار [بقـره‬
‫‪ )۴۵۶:۴(۴۵۶‬او ‪ ،]۴۵۷‬د هغــه د نېــاو ردول [نســاء ‪ .])۶۳:۲(۶۳‬لــه هغــه څخــه‬
‫لېــرې کیــدل [ زمــر ‪ ])۰۷:۰۹(۰۷‬يــې فرمــان ورکــړی‪ ،‬او د طــاغوت سرســپارلي او‬
‫لېوال يې غندلي دي [نساء ‪ )۵۰:۲( ۵۰‬او ‪.])۶۳:۲( ۶۳‬‬
‫‪ ۰۰‬ــ فساد یوه جامع او عمومي کلمه ده چې هر ډول ګډوډي‪ ،‬ناانـډولي او د نظـم او‬
‫تعادل نشتوالی پکې شامليږي د بندګانو مخنېوی له هغو حقونو څخه چې د هغـوی‬
‫خالق ورته ټاکلي‪ ،‬د دیـن او آئـین او د ژونـد دالرې پـه غـوره کولـو کـې‪ ،‬لـه هغـوی‬
‫څخه د آزادۍ اخېستل تر ټولو ستر فساد دی چې ټولنه لـه تعـادل او انـډولتیا څخـه‬
‫لېرې کوي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ﴿‪﴾۰۰‬‬
‫نو [ځکه] پالونكي رب دې [د هغـوی د کړنـو پـه غبرګـون کـې] پـرې د عـذاب‬
‫(‪)۰۴‬‬
‫کروړه [او متروکه] وركوزه كړه!‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫فَصَبَّ عَلَیهِمْ َربُّكَ سَ ْوطَ عَذَابٍ‪ .‬صَبَّ یعنې راتوی شو‪ .‬لکه د غټو څاڅکو تېز‬
‫ط عَذَابٍ‪.‬‬
‫سوْ َ‬
‫اورښت چې راتويږي‪ .‬عَلَیهِمْ رَبُّكَ‪ ،‬ستا پالونکی رب پر دوی‪َ .‬‬
‫«سَوط» متروکې یا کروړې ته وايي‪ .‬یعنې ستا پالونکي رب د عذاب کروړه‪ ،‬لکه د‬
‫تیز غټو څاڅکو اورښت يه څېر‪ ،‬په پرله پسې توګه پر هغوی راکوزه او توی کړ‪ .‬دا‬
‫یو مجازي تعبیر دی‪ .‬یعنې دوی په اوسنۍ اصطالح د تاریخ کندې ته وغورځېدل؛‬
‫لکه څنګه چې فرعون او لښکر يې په دریاب کې غرق شول او له منځه والړل‪.‬‬
‫عذاب په دې ډول په هغوی نازل شو‪ .‬فرعون او فرعونیان په خپل حال تلپاتې نه‬
‫شول او د ځمکې له مخې نشت شول‪ .‬چې دا هماغه د «سوط عذاب» مفهوم دی‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۰۴‬ــــ د «سَ ـوْط» د کلمــې اصــل‪ ،‬ترکيــب او ګډېــدل دي او کــه شــالق‪ ،‬کــروړې یــا‬
‫متروکې ته سوط ویل شوی دی‪ ،‬د هغې د تارونو د ترکیب او یو بـل پـورې د نښـتلو‬
‫لــه الملــه دی‪ .‬عــذاب هــم چــې د مــادي او معنــوي اړتیــاو لــه پــوره کېــدلو څخــه د‬
‫محرومیت او بې برخېتوب طبیعي پایله ده‪ ،‬د تراکم او يو بل سره د یـو ځـای کېـدلو‬
‫او سر په سر کېدلو تر بریـده د الهـي فطـرت څخـه د یـو عمـر واټـن نېولـو او خالفـو‬
‫عملونو غبرګـون او محصـول دی‪ .‬لکـه څنګـه چـې فرمـایلې يـې دي‪«[ :‬لِيَمِيـزَ اللَّـهُ‬
‫الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَى بَعْـٍ فَيَرْكُمَـهُ جَمِيعًـا فَيَجْعَلَـهُ فِـي‬
‫جَهَنَّمَ اُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ» انفال ‪ .])۰۷:۸( ۰۷‬د «صَب » فعل‪ ،‬د داسـې عـذاب‬
‫په پرله پسې والي او دوام داللت کوي‪ ،‬څرنګه چې الله تعالی علت العلـل دی‪ ،‬هغـه‬
‫ته يې نسبت ورکول کيږي خو په حقیقت کې د بنده د خپلو عملونو او کړنو زېږنـده‬
‫ده‪ .‬لکه څنګه چې د هر مهال او هر زمان فرعونانو به تل خلک په تازیانـه او متروکـه‬
‫تنبیه کول‪ ،‬دا تعبیر به بې تناسبه نه وي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫اِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَا ِد﴿‪﴾۰۲‬‬
‫(‪)۰۰‬‬
‫بېشکه پالونكى رب دې تل [ظالمانو ته] په کمین [او څارنځي] كې دى‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ظالم نه پاييږي‪ .‬ولې؟ ځکه چې ‪ِ :‬انَّ رَبَّكَ َلبِا ْلمِرْصَا ِد‪.‬ستا پالونکی رب په «مرصاد»‬
‫کې دی‪ .‬مرصاد یعنې څارنځی‪ .‬ستا پالونکی رب په څارنځي کې دی یعنې څه؟‬
‫یعنې سره له دې چې انسان ته آزادي ورکوي‪ ،‬خو هیڅوک د هغه د ځواک او واک‬
‫له سیمي وتلی نه شي‪ .‬دا ډول الله په کمين کې دی‪ .‬نو‪ ،‬په هره کچه چې د بشر‬
‫ځواک زیات شي‪ ،‬بیا هم د الله په موټي کې دي‪ ،‬بشر کولی شي چرته وتښتي؟‬
‫مونږ په طبیعت کې ژوند کوو او هغه نظام چې الله ودرولی او ځای پر ځای کړی‬
‫دی پر مونږ واکمن او حاکم دی‪ .‬نو‪ ،‬په دې معنا‪ ،‬الله مونږ ته په کمين کې دی‬
‫مونږ د هغه دقدرت په سېوري کې ژوند کوو‪.‬‬
‫فرض کړئ تاسو په نسبتا قانونمند هیواد کې اوسېږئ چې ځېنې آزادۍ او‬
‫اختیارونه لرئ‪ ،‬نو که تاسو یو جرم وکړئ د هغه هېواد هرځای ته چې وتښتئ بېا‬
‫هم د دولت او قانون په موټي کې یاست خو کېدای شي له هغه هېواده ووځئ او‬
‫نورو هیوادونو ته والړشئ‪ ،‬خو که یو نسبتا ځواکمن نظام په نظر کې ونېسئ چې‬
‫په هرځای کې ځواک او نفوذ او نړیوال پوليس ولري‪ ،‬نو په دې صورت کې به‬
‫مجرم د نړۍ په هر ځای کې تر تعقیب الندې وي‪ .‬بنا پر دې ‪ ،‬په الهي نظام کې‬
‫ظالم او جابر هم باید پوه شي چې الله ورته په کمين کې دی؟ همدغه الهي قوانین‬
‫او نظامات هغه د خپلو کړنو په سزا رسوي که دا شوني وای چې په ظلم څوک پاتې‬
‫شي‪ ،‬ښه نو‪ ،‬هغه چا چې لومړی ظلم کړی و‪ ،‬ټینګ او پایدار به پاتې وای او بل‬
‫ظالم او ظالمانه نظام ته به نوبت نه رسېده نو‪ ،‬هر څومره چې د نړۍ د ستمګرانو‬
‫ځواک ډېر شي او ډېر فشار پر خلکو وارد کړي او تر استضعاف الندې يې ونيسي‪،‬‬
‫د هغوی ځواک او قدرت پاتېدونکی نه دی او یوه ورځ به راوپرځي او ټيټ سري به‬
‫وي‪ .‬او دا یوه واقعه ده چې په ځلونو د تاریخ په اوږدو کې پېښه شوې ده‪ .‬دا ډول نه‬
‫ده او تاريخ اجازه نه ورکوي چې هر ظالم او مستبد په نېولو او تړلو او وژنه‪ ،‬ځور‬
‫او ربړ او زورزیاتي وغواړي خپله واکمني وژغوري‪ .‬ددې هستۍ نظام کېدی شي‬
‫څو ورځې هغه ته اجازه ورکړي چې خپل نيلی و ځغلوي‪ ،‬خو تل د ځواک پر تخت‬
‫نه پاتېږي او یوه ورځ به راوپرځي‪.‬‬
‫اوس که پر دې غور وکړو‪ ،‬دا آیت څه غواړي چې ووايي؟ غواړي ووايي چې‬
‫وګوره په کوم پېر کې ژوند کوي؛ که د ظلم او ستم په دوران کې ژوند کوې او د‬
‫لیال عشر او تورو شپو زمانه ده‪ ،‬مه زړه ماتی او نهيلی کيږه؛ خپل ځان مه بایله؛‬
‫اوسنۍ موجوده وضعې ته مه تسليمېږه‪ .‬پوه شه چې د تیاره او تورتمي شپې پسې به‬
‫روڼ ګهيځ راڅرګند شي په واقعیت کې غواړي مونږ د طبیعت نندارې ته بوځي‪ .‬په‬
‫طبیعت کې ډول ډول‪ ،‬هر رازوالی او اووښتون شته‪ .‬او دا د هغه قانون دی ‪ .‬خو‬
‫که د فجر په ختو کې نړۍ ته راغلې او په آزادۍ او اووښتون کې‪ ،‬داسې مه ګڼه چې‬
‫دا به تل داسې پاتې شي‪ .‬د فجر طلوع به هم ډېر ژر په تورتم او تیاره شپه واوړي‪.‬‬
‫نړۍ تل اوړي او تغییر کوي‪.‬‬
‫کېدای شي تاسو ته به په یاد وي چې په دې لنډ وخت کې زمونږ د سترګو تر‬
‫وړاندې څومره رژیمونه له منځ والړل او که نه نو په کتابونو او لیکل شوو آثارو کې‬
‫به مو لوستي وي چې داسې رژیمونو چې ځانونه به يې تلپاتي ګڼل او هيڅ په ذهن‬
‫او خیال کې يې نه راتلل چې یوه ورځ به نشت کيږي‪ ،‬ځينو خو به ال دا هم ویل‬
‫چې دا کاروان په شا نه ځي‪ ،‬ځي د کهکشان په لور ‪ .‬خو مونږ وليدل چې نه کاروان‬
‫پر مخ والړ او نه کاروانیان او کهکشان خو ال پرېږده چې د تاريخ کندې ته داسې‬
‫وغورځېدل چې پرته د هغوی د ظلم له کیسو او داستانونو نور ترې هيڅ پاتې نه‬
‫شول او د هستۍ نظام او قانون پوپنا کړل‪ .‬خو په دې توګه بشر تل فریب خوري او‬
‫انګېري چې اوسنۍ وضعه او حالت به تل پايښت او دوام کوي او ظالم به همدا‬
‫ډول خپل ظلم ته ادامه ورکوي‪ .‬خو نه پوهيږي چې ظلم او ستم د ظالم او ستمګر‬
‫سره څه کوي‪.‬‬
‫دا تجربه ټول لرئ چې کله له اوبو ډک لوښی په اور کېږدۍ تر اوو‪ ،‬اتو دقیقو پورې‬
‫هيڅ تغییر او بدلون په اوبو کې نه لیدل کيږی‪ .‬او مثالً که چا نه وي لېدلي چې اوبه‬
‫څنګه په جوش راځي‪ ،‬داسې انګيري چې اوبه به کله هم ونه اېشيږي‪ .‬خو مثالً د‬
‫لسو دقیقو له تېرېدو وروسته یو ناڅاپه د اوبو حالت تغییر کوي او په بيړه په اېشېدو‬
‫پیل کوي‪ .‬خو په هغو مخکېنیو دقیقو کې اوبو ته څه پېښيږي د لېدلو وړ نه دي‪.‬‬
‫حضرت علي (رض) د مالک اشتر په ژمنپاڼه کې فرمايي چې د حکومت په‬
‫راپرځولو کې تر ظلم او ستم زیات بل هيڅ المل دومره اغېزناک نه دی‪ِ .‬اقَامَةٍ عَلَى‬
‫ظُلْم یعنې په ظلم او ټکولو والړېدل (ځواک ته رسېدل)‪ .‬وايي فَاِنَّ ذَ ِلكَ مِمَّا‬
‫یضْعِفُهُ دا ډول تګالره حکومت ضعيفوي‪َ .‬و یوهِ ُنهُ او سستوي يي‪ .‬بَلْ یزِیلُ ُه‪ .‬بلکه‬
‫ك بِسَفْكِ دَم‬
‫هغه زایلوي‪َ .‬و ینْقُلُ ُه او بل نظام ته يې انتقالوي‪ .‬فَلَا تُ َقوِّینَّ سُ ْلطَانَ َ‬
‫حَرَام(‪ )۸‬نو داسې نه چې د خپل حکومت پايې دې په وژلو او وينې تویولو کلکې‬
‫کړې؛ د خلکو په ټکولو د خپل حکومت د ځواکمنۍ لپاره عمل وکړې‪ ،‬ځکه چې‬
‫تېزترین المل چې حکومت پرځوي ظلم دی‪ .‬ته یوازې په محبت‪ ،‬مينې او عشق‬
‫کولی شې خلک خپلې لورته وهڅوې چې حامي او ساتونکي دې اوسي‪ .‬دا د‬
‫حضرت علي ژمنپاڼه د مالک اشتر سره ده چې ډیره مفصله ده چې بشپړ لوستل يې‬
‫پکار دي‪.‬‬
‫دا توضیح ددې لپاره ده چې واضحه شي د فساد او ظلم آثار په سیاست کې څه‬
‫کوي او ولې د دیکتاتورانو د تصور پرخالف چې انګيرې که هر مخالفت په نطفه‬
‫کې زندۍ کړي ځواک به يې تر ډېره پاتې شي‪ ،‬خو همدغه کار به ددوی د پرځېدو‬
‫بهیر ګړندی کړي‪ .‬د الملونو بهیر د پېښو تر شا شتون لري چې زمونږ له سترګو پټ‬
‫دي‪ ،‬د هغه اوبو په څېر چې و به اېشېږي خو په څرګنده توګه کوم تغییر په کې نه‬
‫لېدل کېږي‪ .‬دا هغه نظام دی چې الله تعالی مقرر کړی دی‪ .‬لنډه داچې لکه څنګه‬
‫چې په طبیعت کې شپه او ورځ شته‪ ،‬په تاریخ کې هم روښانه او تیاره غاړې او‬
‫افقونه شته او په ځلونو ځلونو ظالم نظامونه پرځېدلي او د ملتونو فجر څرګند‬
‫شوی دی‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۰۲‬ــ رصد خونه داسې یو ځای دی چې له دقیقو‪ ،‬ځيرناکو او کـره دوربینونـو او لـر‬
‫لیدونو په توسه ستوري پېژني‪ ،‬او رصـد کـول‪ ،‬مراقبـت او څارنـه او تـر نظـر النـدې‬
‫نېول دي‪ .‬که هغه ته يې کمین ویلی‪ ،‬پر هغه د همدغه پرله پسې او تلپـاتې څـارنې او‬
‫لید له المله دی‪ .‬خو مرصاد د مکان اسم دی چې د څارونکي او نظاره ګر پـر مقـام ا‬
‫و ځای ځایګي داللت کوي‪ .‬که په قرآن کې جهنم ته هم مرصاد ویـل شـوی دی [ اِنَّ‬
‫جَهَنَّمَ كَانَتْ مِرْصَادًا ــ نباء ‪ ،])۴۰:۷۸( ۴۰‬یوه تکـویني څارنـه او نظـارت دی‪ ،‬لکـه‬
‫څنګه چې بیماري او مرګ د هغه چا په کمین کې دی چې خپلې سالمتۍ تـه پاملرنـه‬
‫نه کوي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫كرَمَهُ وَنَ َّعمَهُ فَيَقُولُ رَبِي اَ كْرَ َمنِ﴿‪﴾۰۵‬‬
‫فَاَمَّا الْأِنْسَانُ اِذَا مَا ا ْبتَلَاهُ رَبُّهُ فَاَ ْ‬
‫خو مګر انسان‪ ،‬همـدا چـې پـالونکي رب يـې هغـه‪ ،‬پـه نعمـت او کرامـت‬
‫ورکولو (‪ )۰۲‬تر ازميښت الندې ونيسي‪[ ،‬هغه خپـل لیاقـت او وړتیـا ګڼـي] نـو‬
‫وايي‪ :‬پالونکي رب مې کرامت راوبښه [او درناوی او عزت يې راکړ] ‪.‬‬
‫وَاَمَّا اِذَا مَا ابْ َتلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِي اَهَانَنِ﴿‪﴾۰۶‬‬
‫او خو همدا چې د ازمېښت لپاره روزي پرې ورتنګه كړي‪ ،‬نو [نهيلېږي او د‬
‫(‪)۰۵‬‬
‫ګېله مندۍ په توګه] وايي‪ :‬پالونكي رب مې تو هین [او سپک ] كړم‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ددې مسئلې د رېښې موندنه په یو ډول او بڼه ارواپېژندنې ته رسېږي؛ ولې دا ډول‬
‫ده؟ فَاَمَّا الْأِنسَانُ اما انسان‪ ،‬انسان څه ډول دی؟ اِذَا مَا ابْ َتلَاهُ رَبُّ ُه کوم مهال چې‬
‫پالونکی رب يې په ابتال او ازمایښت کې واچوي ــ «ابتالء» یعنې امتحان او‬
‫كرَ َمهُ‬
‫ازمایښت ــ هر مهال د انسان پالونکی رب هغه ازمايي‪ .‬له کومې الرې؟ فَاَ ْ‬
‫وَنَعَّمَهُ‪« .‬اکرمه» یعنې اکرام يې کوي او درنښت يې کوي‪ .‬و نَعَّمَهُ او یو نعمت هغه‬
‫ته ورکوي ــ «اِکرام» یعنې احترام او درناوی او «تنعیم» یعنې نعمت ورکول ــ مثالً‬
‫هوش او استعداد ورته ورکوي‪ ،‬یا ریاست یا کوم مدیریت پیدا کوي‪ ،‬یا کوم هنر‬
‫زده کوي‪ ،‬هر مهال چې له کرامت‪ ،‬درناوي او مقام څخه برخمن کيږي او شتمنۍ‪،‬‬
‫بډایتوب او هوساېنې ته رسيږي ګومان کوي چون پوهه‪ ،‬هوښیاري او وړتیا يې‬
‫درلوده دا نعمتونه يې په برخه شوي دي‪ .‬حال دا چې الله وايي مونږ يې په دې‬
‫اکرام او نعمتونو ازمایو‪ .‬او برعکس‪:‬‬
‫وَاَمَّا اِذَا مَا ابْتَلَاهُ خو کله چې وغواړو هغه په بل ډول وازمایو‪ .‬او فَقَ َدرَ عَلَیهِ رِزْقَهُ او‬
‫ل رَبِی اَهَانَنِ‪ .‬هغه مهال‬
‫روزي‪ ،‬معاش او د ژوند توکي يې پرې لږ راتنګ کړو‪ ،‬فَیقُو ُ‬
‫وايي رَبِی پالونکي رب مې‪ .‬اَهَانَنِ‪ .‬زه خوار او سپک کړم‪ .‬اهانن له «هون» څخه‬
‫دی او «توهین» او «اهانت» هم له همدې ریښې دی‪ .‬دا ټولې کلمې د ټيټوالي او‬
‫سپکوالي او خوارۍ پر معنا داللت کوي‪ .‬انسان دا ډول دی چې که الله ورته نعمت‬
‫ورکړي‪ ،‬وايي داسې ښکاري چې الله ما سره مينه کوي او زه ورته عزیز او ګران یم‪.‬‬
‫خو لږ شانته يې چې وضع خرابه شي‪ ،‬وايي الله ماته پاملرنه نه کوي او د هغه په نزد‬
‫غوره نه یم او داسې انګېري ‪:‬‬
‫یکی را نان جو آغشته در خون‬ ‫یکی را میدهی صد گونه نعمت‬
‫الله وايي مونږ غواړو امتحان يې کړو‪،‬خو هغه يې په خپله کاته کې ګڼي‪.‬حضرت‬
‫علي فرمایي‪ :‬داسې نه چې شتمني او نشتمنې د پالونکې رب په وړاندې د خپل‬
‫درنښت او سپکوالي المل وګڼئ! چې جَهْلًا ِبمَوَاقِ ِع الْفِتْ َنةِ دا یو جهالت دی چې نه‬
‫پوهېږې چې الله د خپلو بندګانو د روزۍ په لږولو او زیاتولو هغوی ازمايي‪ ،‬نه‬
‫بډایتوب او شتمني الله ته د نژدېوالي او ګرانښت المل دی او نه تنګالسی او‬
‫ط بِا ْلمَالِ وَ ا ْلوَلَدِ‬
‫سخْ َ‬
‫نشتمني د هغه له قهره سرچینه نيسي‪َ :‬فلَا تَعْتَ ِبرُوا الرِضَا َو ال ُّ‬
‫جَهْلًا بِمَوَاقِعِ الْفِتْ َنةِ وَ الِأخْتِبَارِ فِی َموْضِ ِع ا ْلغِنَى وَ الِأقْتِدَارِ‪)۹(.‬‬
‫نو ولې دا اشتباه کوو؟ دا ځکه چې زمونږ د ژوندانه اړیکي دا ډول دي‪ .‬که په یو‬
‫شرکت‪ ،‬کارخونه‪ ،‬یا کومه اداره کې چاته پیسې او چار بدله ورکړي‪ ،‬ددې‬
‫ښکارندوی دی چې قبول کړی يې دی او له کاره يې راضي دي؛ خو که معاش يې‬
‫کم او یا د کار په بدله کې څه ورنکړي ‪ ،‬داسې ښکاري چې شتون او نشتون يې‬
‫ورته یو برابر دی‪ .‬مونږ د الله نظام د خپل ژوند د ترتيباتو سره پرتله کوو‪ .‬داسې‬
‫خبرې او اصطالح ګانې به مو ډېرې اورېدلي وي چې وايي « الله ته ډېر ګران دی با‬
‫د الله نازولی دی»‪ .‬داسې خبرې او اصطالح ګانې زمونږ په ژبه او فرهنګ کې هم‬
‫ډېرې زیاتې دي ځکه چې فکر کوو چې پالنکی خامخا ځانګړی توپیر لري چې‬
‫لحاظ يې د الله تعالی په نزد دومره عزیز او اوچت دی؛ او یا که تنګالسی او نشتمن‬
‫دی‪ ،‬وګورئ څه يې کړي یا څومره بد سړی دی چې الله تعالی تر دې کچې خوار او‬
‫ذلیل کړی دی! آیا زمونږ ټولنه کې خلک همدا ډول نه وايي؟‬
‫خو الله وايي چې دا ټول امتحان او ازمېښت دی‪ .‬الله تعالی هرڅوک همدا ډول‬
‫ازمايي‪ .‬یو چاته شتمني او ثروت ورکوي چې وګوري آیا په ځواک او شتمنۍ‬
‫مستېږي او خپل ځان ورکوي‪ ،‬یا پرعکس يې له خپلې شتمنۍ د خلکو د خدمت‬
‫لپاره ګټه اخلي‪.‬‬
‫پر چا چې روزي تنګوي ددې لپاره چې وویني آیا خپل ځان بایلي او هر کس او‬
‫ناکس ته سر ټيټوي او خپل دين او وجدان خرڅوي او که پرهيزګاري او پاک لمني‬
‫غوره کوي او په خپل انسانیت د پښو ايښودلو لپاره‪ ،‬بېوزلي نه بهانه کوي‪.‬‬
‫د دوو پیغمبرانو په اړه به مو‪ ،‬چې داستان يې په قرآن کې په پرله پسې توګه راغلی‬
‫ډیر اورېدلي او لوستي وي‪ :‬یوهم حضرت سلیمان (ع) او بل يې حضرت ایوب‬
‫(ع)‪ .‬الله تعالی حضرت سلیمان ته دا ډول ځواک او شتمني ورکوي چې هيچاته‬
‫يې د تاريخ په اوږدو کې نه دي ورکړي حضرت سلیمان د نړۍ د ستر ځواک‬
‫څښتن کېږي او د یوې سترې ټولنې رهبري او سرالري په الس کې نيسي‪ .‬خو‬
‫حضرت ایوب د ځواک او حکومت څښتن خو نه دی نه دی‪ ،‬هر څيز يې ټول ترې‬
‫اخېستل کيږي؛ کور‪ ،‬ژوند‪ ،‬مالونه او ان مېرمن او بچیان يې له السه ورکوي‪ .‬او په‬
‫پای کې تر ټولو بدخونده دا چې روغتیا او سالمتي هم ترې اخېستل کېږي‪ .‬اوس که‬
‫له تاسو پوښتنه وکړي له دغو دوو ازمېښتونو کوم یو غوره کوئ‪ ،‬څه ځواب به‬
‫ورکړئ؟ ډاډه یم چې تاسو ډېری به ووایاست لومړی يې‪ .‬په داسې حال کې چې‬
‫لومړنی يې تر ټولو سخت او ستونزمن دی‪ .‬له سړي د هوساېنې او سوکالۍ په‬
‫شرایطو کې تر ټولو زیات خپل ځان ورکېږي او له الله ډېر لېرې کيږي ډېر داسې‬
‫خلک به پېژنئ چې ډیر تکړه مبارزین او مجاهدین وو او اخالقي او اعتقادي اصولو‬
‫ته سخت پابند وو‪ ،‬خو همدا چې امکاناتو ته ورسېدل او ځواک يې پیدا کړ الله‬
‫تعالی پوهيږي چې څه چارې نه وې چې ويې نکړلې‪ .‬نو پردې بنا لومړنی ازمېښت‬
‫ل رَبِی دا‬
‫تر ټولو ډیر سخت دی‪ .‬همدا و چې سلیمان به تل ویل‪ :‬هَذَا مِن َفضْ ِ‬
‫فضیلت زماپالونکي رب ماته رابښلی دی‪ ،‬لِیبْلُ َونِی(‪ )۰۳‬چې ما وازمايي او وويني‬
‫چې څومره يې د نعمتونو شکر پر ځای کوم‪ .‬او تل وايي ای الله ماته الهام وکړه‬
‫چې ستا د نعمتونو شکر پر ځای کړم او پوه شم چې څه ډول له هغوی استفاده‬
‫ن َاشْکُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِی اَ ْنعَمْتَ عَلَی وَعَلَى وَالِدَی(‪ )۰۰‬او‬
‫وکړم‪ :‬رَبِ اَوْزِعْنِی اَ ْ‬
‫څرګندوي چې تر کومه ځایه او په کومې کچې د حق فرمان ته تسلیم دی‪ .‬هغه د‬
‫الوتونکو او مېږیانو په ژبه پوهيږي او ټول ځواکونه يې په الس کې دي ان تر دې‬
‫چې کولی شي په جو او چاپېریال اغیز واچوي او هغه ته فرمان ورکړي‪ ،‬خو‬
‫هيڅکله خپله بنده ګي نه هيروي او یا د الله له یاده نه غافليږي‪ .‬او ایوب هم په‬
‫همدې ډول‪ .‬هغه هم هرڅومره چې فشار يې په ژوند کې زیاتېږي‪ ،‬هيڅکله هم‬
‫ددې تصور نه کوي چې څه يې له السه ورکړي او الله هغه پرېښی او دده حق يې‬
‫ضایع کړي دی‪ .‬بلکه همدا ډول صبر کوي تر دې بریده چې الله تعالی يې په اړه‬
‫وايي‪ :‬نِعْ َم ا ْلعَبْدُ عجب وړ او ښه بنده دی! ِانَّهُ اَوَّابٌ(‪ )۰۴‬پرله پسې د الله لورته‬
‫راګرځي‪ .‬ایوب هغه ټولې سختۍ او ستر مصیبتونه وزغمل خو هېڅکله د خپل‬
‫پالونکي رب له رحمته منکر او نهيلی نه شو‪ .‬نو‪ ،‬دا ټول ازمېښت دی‪ .‬هيڅ المل نه‬
‫دی چې الله چاته په شتمنۍ‪ ،‬هوساېنې او سوکالۍ ورکولو د هغه درناوی کړی وي‪.‬‬
‫یا يې پرعکس‪ ،‬له بېوزلۍ سره له ځانه لېرې کړی وي‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۰۲‬ــ له دې آیته تر ‪ ۴۶‬آیت پورې ددغه سـورت بـل څپرکـی پیـل کيـږي‪ .‬کـه لـه دې‬
‫مخکې خبره ‪ ،‬په طبیعت کې د شپې ورځې او د حق په وړاندې د باطل د طغیان وه‪،‬‬
‫له دې وروسته د فقر او غنا‪ ،‬او مادیت پـالنې او خـدای نمـانځنې دوه ګـونې تـوب مطـرح‬
‫کوي‪ .‬دا سې ښکاري چې د نعمت او کرامت تـر مـنځ تفکیـک او جـال کـول‪ ،‬د نعمتونـو‬
‫دوو معنوي او مادي وجهو ته به اشاره وي‪ .‬هغه کرامت چې په دې آیت کې تر پام النـدې‬
‫دی‪ ،‬لکه پوسټ او مقام ‪ ،‬علم او هنر او ددې په څېر نور ټولنیز موقعیتونه دي‪.‬‬
‫‪ ۰۵‬ــ هون‪ ،‬ذلت او سپکوالی دی چې د کرامت بښلو او درنـاوي پـه وړانـدې کـارول‬
‫کيږي‪ ،‬لکه [« ‪ ...‬وَمَنْ يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ مُکْرِم ‪ » ...‬حج ‪ .])۰۸:۴۴( ۰۸‬خـو فقـر‬
‫او بېوزلي الله ته منسوبول د الله له مشیت څخه د بې خبرۍ او د ابتالء او آزمـوینې‬
‫د موقعیتونو په نسبت د ناپوهۍ نښه ده‪ .‬د حضرت علي له حکیمانه وینـاو څخـه ده‬
‫چې وايې‪ :‬هسې نه چې د بندګانو په نسـبت د اللـه رضـایت او خشـم د مـال او اوالد‬
‫[ځواک] د زیاتوالي او لږوالـي پـه معیـار وسـنجوۍ چـې دا ډول لیـد د ازمېښـت او‬
‫ابتالء د فلسفې په نسبت له ناپوهۍ او نادانۍ زېږنده ده‪[ .‬نهج البالغه ‪ ۰۹۴ ،‬خطبه]‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫كَلَّا بَلْ لَأ تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ﴿‪﴾۰۷‬‬
‫هېڅکله [داسې نه ده] ‪ ،‬بلکې [کړه وړه مو سم نه دي‪ ،‬او د طبقاتو اختالف او‬
‫فقر او فالکت له دې المله دی چې ] تاسو د یتیم [سره احسان او د هغه] عزت‬
‫(‪)۰۶‬‬
‫نه کوئ‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫خو ددې طبقاتي توپېرونو ريښه چېرته ده؟ په ورپسې آیتونو کې وايي چې‪ :‬الله نه‬
‫بلکې تاسو پخپله ددې طبقو د توپیر المل یاست‪ .‬دا توپیر د هغې پایله ده چې كَلَّا‬
‫ن الْیتِیمَ‪ .‬تاسو د یتیم درناوی نه کوئ «اِکرام» یعنې درنول او درناوی‬
‫بَل لَّأ تُكْ ِرمُو َ‬
‫کول او کرامت او شخصیت قایلېدل‪ .‬یتیم تر هر څيز مخکې محبت او ميني ته‬
‫اړتیا لري‪ .‬محبت ته د هغه اړتیا‪ ،‬د خوراک او اغوستن له اړتیا خورا زیاته ده‪ .‬ځکه‬
‫پالر يې له السه ورکړی او روحي ضربه يې خوړلې‪ ،‬باید د ميني او محبت په غېږ‬
‫کې ونېول شي او ونازول شي؛ درناوی يې وشي چې روحي ضربه يې تر یوې کچې‬
‫لږه او پڅه شي‪ ،‬خو تاسو دا کار نه کوئ‪ .‬پایله يې څه کيږي؟ دا چې د یوشمېر‬
‫استعداد مري‪ ،‬ځکه چې څوک نشته چې پالنه او روزنه يې وکړي‪ .‬په ژوندانه کې‬
‫وروسته پاتې کيږي او له همدې ځایه طبقاتي توپير پیل کېږي‪ .‬د بېلګې په توګه هغه‬
‫کسان چې په پالنځایونو کې ستر شوي دي‪ .‬د هغوی شخصیت په ټولنه کې سپک‬
‫شي‪ .‬او هغه چاپېریال کله کله ددې المل شي چې خالف او ناسم کارونه ترې وشي‬
‫او د ځان او ټولنې لپاره ستونزې راوالړې کړي‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۰۶‬ــ د یتیم جسم مادي تغذيي ته اړ دی‪ ،‬او روح او روان يې درناوي‪ ،‬اکرام‪ ،‬او د‬
‫مينې او محبت غېږ ته اړتیا لري‪ .‬په قرآن کې د یتیم د لغت [مفرد او جمع‪ ،‬معرفه ا‬
‫و نکره] ‪۴۰‬ځلې تکرارېدل په هغه تاریخي پړاو کې د دغې موضوع د اهمیت‬
‫څرګندوی دی‪ .‬یتیمانو سره احسان‪ ،‬او هغوی ته طعام ورکول او له هغوی سره‬
‫انفاق په قرآن کې په ځلونو توصیه شوی دی [انسان ‪ ،)۸:۷۶( ۸‬بلد ‪۰۵‬‬
‫(‪ ،)۰۵:۹۳‬بقره ‪ )۸۰:۴( ۸۰‬او ‪ )۰۷۷:۴( ۰۷۷‬او ‪ ،)۴۰۵:۴( ۴۰۵‬نساء ‪)۸:۲( ۸‬‬
‫او ‪ ،)۰۶:۲( ۰۶‬انفال ‪ ،)۲۰:۸( ۲۰‬حشر ‪ ،])۷:۵۹( ۷‬البته دا د موضوع مادي‬
‫جنبه ده‪ ،‬خو د مينې ورکول‪ ،‬درناوی کول‪ ،‬اکرام ورکول‪ ،‬پناه ورکول او د نورو‬
‫عاطفي جنبو او اړخونو هم قرآن سپارښتنه کړې ده [فجر ‪ ،)۰۷:۸۹( ۰۷‬ضحی ‪۹‬‬
‫(‪ ،)۹:۹۰‬ماعون ‪ ،)۴:۰۳۷( ۴‬ضحی ‪.])۶:۹۰( ۶‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَلَأ تَحَاضُّونَ عَلَى طَعَامِ الْمِسْکِينِ﴿‪﴾۰۸‬‬
‫(‪)۰۷‬‬
‫او مسکینانو [او بېوزلو ] ته په خوړو ورکولو یو بل نه هڅوئ‪،‬‬
‫وَتَاْ كُلُونَ التُّرَاثَ اَ كْلًا لَمًّا﴿‪﴾۰۹‬‬
‫(‪)۰۸‬‬
‫او [د یتیمانو او ضعیفانو] میراث خورئ‪ ،‬هغه هم په زښت زیات خوړلو!‬
‫وَتُحِبُّونَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا﴿‪﴾۴۳‬‬
‫(‪)۰۹‬‬
‫او له مال [او شتمنۍ] سره مينه کوئ مينه د ډېر ثروت سره ډیره کلکه‪.‬‬
‫[او له امله يې ډېر ګناهونه كوئ]‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫سکِینِ‪ .‬په تاسو کې ددې انګېزه او هڅونه نشته چې‬
‫وَلَأ تَحَاضُّونَ عَلَى طَعَامِ الْمِ ْ‬
‫ن یعنې تحریٍ او هڅونه نه کوئ‪ .‬البته ځېنې مهالونه‬
‫وږي ماړه کړئ لَأ تَحَاضُّو َ‬
‫پاملرنه کوئ او خلکوته څه خوراک ورکوئ‪ ،‬د بېلګې په توګه د عاشورا په شپه یا‬
‫کومه بله داسې شپه چې خیرات لپاره ځانګړي وي په کال کې یو ځل یا دوه ځله یا‬
‫څو ځله په خلکو غذا خورئ‪ ،‬یا کله هم چې مېلمانه لرئ چې غذا مو د سلو کسانو‬
‫لپاره تیاره کړي وي په داسې حال کې چې مېلمانه مو له پنځوسو کسانو زیات نه‬
‫دي‪ ،‬نو پنځوس خوراکه له مېلمنو پاتې شوې غذا د ښار د بېوزلو هستوګنځیو ته‬
‫وړئ او بېوزلو او وږو ته يې ورکوئ؛ خو دې ته پام نه کوئ چې ددوی ولږه خو یوه‬
‫شپه یا دوه شپې نه ده او وږي به سبا څه کوي؟ د ولږې ستونزه او فقر خو په یو یا‬
‫دوه ځلو ډوډۍ ورکولو نه حل کيږي‪ .‬فرمايي باید هڅونه وکړئ‪ ،‬تحریٍ وکړئ‪.‬‬
‫باید اړمنو او بېوزلو ته د رسېدلو لپاره سازماني او تشکیالتي پرله پسې کار سرته‬
‫ال په دې فکر کې نه یاست؟ اصالً په دې مو خيال نه دی چې‬
‫ورسوئ‪ .‬او تاسو اص ً‬
‫ال په دې باور نه کوئ چې په ځېنو ځایونو‬
‫یو شمېر د شپې وږي ویده کېږي‪ .‬اص ً‬
‫کې پلرونه او مېندې هيڅ غذا نه لري چې خپلو ماشومانو ته يې ورکړي‪ .‬زمونږ په‬
‫خپل هيواد کې هم داسې حالتونه او وګړي ډیر زیات دي‪ .‬قرآن وايي د بېوزلي او‬
‫بډای تر منځ توپير او طبقاتي زیات واټن ددې لپاره دی چې تاسو نه یتیم ته د‬
‫عاطفې حس لرئ او نه د هغوی درناوی کوئ او اصالً په دې هيڅ کار نه لرئ چې نه‬
‫ښايي په ټولنه کې هيڅوک وږی پاتې شي‪ .‬ددې پرځای څه کوئ؟‬
‫ث َا كْلًا َّلمًّا‪ .‬د هغوی ميراث خورئ‪ .‬هغه هم څه ډول خوړل!‬
‫وَتَاْ كُلُونَ ال ُّترَا َ‬
‫«میراث» یوازې ارث نه دی؛ یعنې تاسو د ټولنې محصوالت او مادي السته‬
‫كلًا لَّمًّا‪ .‬هغه هم څه ډول خوړل!‬
‫راوړنې او شتمنۍ ټولې خورئ او لوټ کوئ‪ .‬اَ ْ‬
‫چې هيڅ مړیدل نه لرئ‪ .‬او پایله يې همدا کيږي‪ .‬نو ‪ ،‬دا نه ده چې دا د بېوزلي او‬
‫بډای تر منځ وحشتناکه واټن الله غوښتی وي‪ .‬دا تاسو پخپله منځته راوړئ‪.‬‬
‫ل مال سره مینه کوئ تر کومه بریده؟ حُبًّا جَمًّا‪ .‬کلکه او ډېره زیاته او‬
‫ن الْمَا َ‬
‫وَتُحِبُّو َ‬
‫بې کچه مينه کوئ‪« .‬جَم» یعنې ډیره زیاته‪ .‬تاسو د رقم او شمېرې عاشقان یاست!‬
‫یو وخت سړی پیسې د خپلو اړتیاو د رفع کولو لپاره غواړي‪ ،‬خو یو مهال دی چې‬
‫اصالً په ژوندانه کې يې خوند او لذت په بانکي حساب او شمېرې دی‪ .‬خوند‬
‫ال په بانک کې څو میليونه یا څو ميلیارده پیسې لري او دا رقم او‬
‫ورکوي چې مث ً‬
‫شمیره ال هم پورته ځي او هره میاشت ورپورې څومره ګټه اړوند او تړل کيږي‪ .‬له‬
‫خپله دغه رقمه او شمېرې څخه خوند او لذت وړي‪ ،‬نه دا چې د اړتیاو د رفع کولو‬
‫تر کچې پیسې ولري چې نورو ته اړ نه شي‪ .‬دا د انسان د روح لپاره یو آفت دی چې‬
‫خوښي او د هوساينې احساس يې د شتمنیو په رقم‪ ،‬شمېره او کچه کې وي‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۰۷‬ــ «یَحٍُُّ» د «حٍ» له ريښې شوق او رغبت درلودل ‪ ،‬غوښتنه‪ ،‬میـل درلـودل‬
‫او یا [د مفاعلې په باب کې تَحَاضُّونَ ] د نورو تشویق او ترغیب او هڅونه د بېوزلـو‬
‫او وږو د ګېډې مړولو ته دی‪ .‬دا فعل په دوو نورو آیتونـو کـې چـې راغلـی‪ ،‬پـه ټولـه‬
‫کې بېوزلو ته د خوړو ورکولو په اړه دی‪«[:‬وَلَأ يَحٍُُّ عَلَى طَعَـامِ الْمِسْـکِينِ» حاقـه‬
‫‪ )۰۲:۶۹( ۰۲‬او ماعون ‪.])۰:۰۳۷( ۰‬‬
‫له بده مرغه په معاصره نړۍ کې د نړیوالو ځواکونو د واکمن پالۍ او پراختیا پالۍ ‪،‬‬
‫د ټولنیزو توکو ‪ ،‬منابعو او سرچينو ناانډوله ويش او د ملتونو د زبېښاک له الملـه‪،‬‬
‫نه یوازې دا چې د لوږې لمن له نړۍ ټوله نه شوه‪ ،‬بلکه کابو ‪ ۸۳۳‬میلیونه وګـړي پـه‬
‫نړۍ کې له لوږې ځورېږي او رنځ وړي چـې د لـوږې د لـه منځـه وړلـو پـه مـوخې د‬
‫توانګرانــو او بــډایانو د تشــویق او هڅــونې لپــاره د دولتونــو او ټــولنيزو او ولســي‬
‫بنسټونو جدی کړنو او اقدامونو ته اړتیا ده‪.‬‬
‫‪۰۸‬ـ د نساء سـورت ړومبنيـو آیتونـو [‪ )۶:۲( ۶ ،)۴:۲(۴‬او ‪ ])۰۳:۲(۰۳‬د یتیمـانو‬
‫له میراث د خوړلو په اړه په پراخه او تفصیلي توګه خبـره کـړې ده‪ .‬سـود خـوري هـم‬
‫چې د خلکو له مجبوریتونو او بېوزلیو ناوړه ګټه اخېستنه ده قـرآن غنـدلې ده‪ ،‬همـدا‬
‫راز د مالونو او توکو مسرفانه او بېخرته خرڅ کـول او مصـرف [بقـره ‪)۰۸۸:۴(۰۸۸‬‬
‫او نساء ‪ .])۴۹:۲( ۴۹‬اصوال تراث هغه مال دی چـې پرتـه لـه کـار او زیـار الس تـه‬
‫راځي‪ ،‬بنا پر دې هر ډول اختالس‪ ،‬غال‪ ،‬رشوت او داسې نور په یو ډول د خلکو پـه‬
‫مالي ميراث چنګ وهل او منګولې خښول دي‪.‬‬
‫‪ ۰۹‬ــ د مال ټولونه او سـاتنه د ژوندانـه تېرولـو د وسـيلې پـه عنـوان او ناڅـاپي او نـا‬
‫اټکل شوو پېښوته معقوله سپما‪ ،‬د ټولنـو پـه عُـرف کـې دود او د منلـو وړ دي‪ ،‬هغـه‬
‫چې غندل شوي او محکوم دي‪ ،‬د مال‪ ،‬ثروت او شتو تـر اسـارت او نیـواک النـدې‬
‫راتلــل دي او پــه قرآنــي اصــطالح « پــه مــال مینېــدل او عاشــقېدل » دي‪[ :‬همــزه ‪۴‬‬
‫(‪ )۴:۰۳۲‬ــ«الَّذِي جَمَعَ مَالًأ وَعَدَّدَهُ»]‪ .‬چې د وسمهال مثال او انځور يـې پـه پـانګوالو‬
‫نظــامونو کــې د نفتــو‪ ،‬شــرابو ‪ ،‬بــانکونو‪ ،‬بیمــو او ‪...‬کارتلون ـه‪ ،‬او پــه بــې قانونــه ‪،‬‬
‫ظالمانه او غاصبانه نظامونو کې مالي فساد دی‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫كَلَّا اِذَا ُدكَّتِ الْأَ ْرضُ دَكًّا َدكًّا﴿‪﴾۴۰‬‬
‫هېڅکله [دا ډول بې الرېتوب پرته له بدو پایلو نه دی] داسې نه ده [چې دوى يـې‬
‫انګېـري!]‪ ،‬هغه مهال چې ځمکه سـخته وټکـول شـي پـه پرلـه پسـې ټکولـو‬
‫(‪)۴۳‬‬
‫سختو سره‪،‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫کلَّا یعنی نه‪ ،‬داسې نه ده‪ِ .‬اذَا ُدكَّتِ الْأَرْضُ َدكًّا دَكًّا‪ .‬يوه ورځ‬
‫كَلَّا دا خبرې نه دي! َ‬
‫به راشي چې دا ځمکه‪ ،‬ټوله ځمکه به‪ ،‬دکًّا یعنې وټکول شي‪ .‬هغه وخت به ستاسو ټوله‬
‫هستي ویجاړه شي‪ .‬مونږ داسې ګڼو چې اوس خو تر هغې ورځې پورې ډېر وخت پاتې‬
‫دی‪ .‬خو له دې غافل یو چې د الله په نزد زمان نشته‪ .‬په هر صورت‪ ،‬یوه ورځ به دا‬
‫ځمکه چې زمونږ ټول اړوند څيزونه ورپورې تړلي دي ماته او ټوټې ټوټې شي او‬
‫وبه چوي‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۴۳‬ــ «دَکَّ» د یو څيز سـخت او کلـک ټکـول دي پـه داسـې ډول چـې نـرم او هـوار‬
‫شي‪ .‬له اوه ځلونو څخه چې دا لغت په قرآن کې راغلی‪ ،‬شـپږ ځلـه يـې د قیامـت پـه‬
‫درشل کې د ځمکې او غرونو له وېجاړۍ سختو ټکولـو او هواریـدلو خبـره کـوي او‬
‫اوم ځل يې په قیامت کې د ذوالقرنین د دیوال د ټکولو او هوارېدلو په اړه دی‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَجَاءَ رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا﴿‪﴾۴۴‬‬
‫(‪)۴۰‬‬
‫[= وځلېـږي او‬ ‫او ستا [د] پالونکی رب [د ربـوبي صـفت اغيـزې ] راشـي‬
‫څرګندې شي] او پرښتې هم [په ځانګړي ډول ] ليکه په ليکه شي (‪.)۴۴‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫صفًّا صَفًّا‪ .‬په هغه ورځ یعنې په قیامت کې‪ ،‬ستا پالونکی رب‬
‫ك َ‬
‫وَجَاء رَبُّكَ وَالْمَلَ ُ‬
‫به راشي او پرښتي به په لیکه‪ ،‬لیکه راشي‪.‬‬
‫په ورته موردونو کې مو اشاره کړې وه چې دا ټول د تشبیه په توګه دي او که نه نو‬
‫الله خو په کوم مکان کې نه دی چې له هاغه ځایه راشي او مونږ هغه ووینو‪ .‬او دلته‬
‫بېا هم ربک وايي ‪ ،‬نه الله‪ .‬لکه د یو ښوونکي په څېر چې شاګرد ته ووايي ته لګېا‬
‫يې وخت دې خوشې تېروې‪ .‬د کال په پای کې به ووينې چې ټول استادان به ليکه‬
‫په ليکه والړ وي او ستا وضعې ته به ورسيږي یو به وايي مثالً ما پنځوس ساعته‬
‫ورته درس ورکړی او بل به وايي ما څومره کار ورسره کړی دی‪ .‬او همدا ډول نور‬
‫هر یو‪ .‬او له تا به پوښتنه کوي له دې ټول وخت او ښوونې دې څه ګټه اخېستې ده‪.‬‬
‫«ربوبیت» هم همدا دی‪ .‬یعنې هماغه الهي استعدادونه چې زمونږ په وجود کې‬
‫اېښودل شوي دي‪ .‬په هر حال‪ ،‬ته باید یوه ورځ د دغو ټولو نعمتونو‪ ،‬شتو او‬
‫امکاناتو حساب بېرته ورکړې‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۴۰‬ــ دا څرګنده ده چې الله تعالی تلونکی او راتلونکی نه دی‪ ،‬د مرحوم طالقاني پـه‬
‫وینا [ددغه آیت په تفسیر کې]‪ ،‬دلته د «رب» صفت د «هـم» لـه ضـمیر سـره راغلـی‬
‫دی [رب مضــاف] او اضــافي صــفتونه او اســمونه‪ ،‬څرنګــه چــې پــه پیدایښــت او‬
‫مخلوق پورې اړین او تړلي دي او د ذاتي صفتونو غبرګون دی ‪ ....‬الله یا الـرب تـه‬
‫يې نسبت نه دی ورکړ شوی او بلکه «ربک» ته يې نسبت ورکړ شوی دی ‪ ....‬همـدا‬
‫مضاف ربوبي صفت دی چـې د انسـان ځـواک او انـد د مونـدلو‪ ،‬هڅـې او کوښـ‬
‫لپــاره مــخ پــه وړانــدې بــوځي ‪ ...‬پــه داســې ورځ د مــادې او طبیعــت ښــکارندې او‬
‫قشرونه مخ ګرځـوي او لـه مېنځـه ايسـتل کېـږي او ربـوبي ځـواک مخـه کـوي او پـه‬
‫ښکاره توګه څرګندېږي او ځال کوي‪« :‬و جاء ربک»‪.‬‬
‫‪ ۴۴‬ــ د قیامت په ورځ د پرښتو په صف او ليکـه کېـدل‪ ،‬د هغـو معلمینـو د صـف او‬
‫ليکې یو تمثیل دی چې د ښوونیز کـال پـه پـای کـې او د ازمـوېنې پـه ورځ خپـل زده‬
‫کوونکي ازمايي چې وپوهيږي زده کړیالو يې څومره زده کـړه کـړې ده‪ .‬نـو د قیامـت‬
‫ورځ د انسان پـه وجـود کـې د ربویـت د آثـارو او نښـو د څرګندېـدلو‪ ،‬ظهـور او ځـال‬
‫ورځ ده او هم هغه اغیز چـې د جهـان لـه مرسـتیالګرو ځواکونـو او لـه مثبتـو انرژیـو‬
‫[پرښتو] څخه يې د ژوندانه په پړاو کې اخېستی او منلی دی‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَجِيءَ يَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ يَتَذَ كَّرُ الْأِنْسَانُ وَاَنَّى لَهُ الذِكْرَى﴿‪﴾۴۰‬‬
‫او په هغه ورځ به دوزخ راوستی شي‪ )۴۰(،‬په هغـه ورځ انسـان راویښـېږي‪،‬‬
‫[او پند اخلي] خو دا [ناوخته] ویښوالی [آګاهي اوپند] څه ګټه ورته لري؟!‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫جهَنَّ َم‪ .‬جیء د «جاءَ» مجهوله صیغه ده‪ .‬یعنې را دې وړل شي‪ .‬د‬
‫وَجِیءَ یوْمَئِذٍ بِ َ‬
‫«جهنم» له کلمې سره د «ب» د توري په نښلولو‪ ،‬دا مجهول فعل‪ ،‬متعدي شوی‬
‫دی‪ .‬په هغه ورځ جهنم «راوړل کېږي»‪ .‬وګورئ دا تعبیر څومره د پاملرنې وړ دی؛‬
‫دوزخ «راوړل کېږي»‪ ،‬یو وخت مونږ یو ځای یا مکان ته ځو او یو وخت هغه مکان‬
‫یا مکان مو‪ ،‬مونږ پسې راځي‪ .‬ددې تعبیر په څېر چې وایو غم پرې «مستولي» شو‬
‫یا «غم پرې یرغل راوړ»؛ یا غم او خپګان پر ما «غالب شو »‪ .‬دا داسې یو حالت‬
‫دی چې زمونږ په دننه کې پېښېږي‪ .‬قرآن وايې هغه الهي اور ستاسو پر«فؤاد» او‬
‫زړونو لمبي کوي او برالسي کيږي‪َ ،‬تطَّلِ ُع عَلَى الْأَفْئِدَةِ‪ )۰۰(.‬نه غواړو ووایو چې‬
‫یو اور له بیرون نشته‪ ،‬خو له دې وینا مو‪ ،‬موخه داده چې دا ډول تعبیرونه مونږ ته‬
‫څرګندونه کوي او دا راپه ګوته کوي چې هغه څه چې خلک يې د عذاب د مسئلې په‬
‫اړه په ذهن کې لري‪ ،‬له هغه څه سره چې قرآن يې وايي توپیر لري‪ .‬البته قرآن په‬
‫ځلونو ځلونو ویلي چې د جنت او دوزخ په اصل او ماهیت هيڅوک نه پوهيږي‪،‬‬
‫ځکه د داسې یوې نېشې پورې اړه لري چې مونږ ورسره آشنا نه یو‪ .‬نو که د اشارې‬
‫په توګه څه وايي زمونږ د پوهې په کچه او زمونږ ذهن ته د نژدې کولو لپاره دي‪ .‬خو‬
‫له دغو اشارو کولی شو وپوهیږو چې هغه څه چې تصور کوو د موضوع له حقیقت‬
‫ت ا ْلجَحِی ُم‬
‫سره دومره سمون نه خوري‪ .‬یا په بل ځای کې وايي‪َ :‬وبُرِزَ ِ‬
‫لِلْغَاوِینَ‪ )۰۲(.‬جهنم ګمراهانو او بېالرو ته څرګند او ښکاره کېږي‪ .‬ته به وايې چې‬
‫ال دمخه په مونږ کې او زمونږ د وجود په ذراتو کې‪ ،‬پټ او مخفي شوی دی او‬
‫وروسته‪ ،‬وَبُرِزَت بارز او ښکاره کېږي‪.‬‬
‫كرُ الْأِنسَانُ‪ .‬انسان په هغه ورځ راويښېږي او متذکر کيږي‪ ،‬وَاَنَّى لَهُ‬
‫یوْمَئِذٍ یتَذَ َّ‬
‫كرَى‪ .‬خو اوس نو نوره څه فایده؟ دا تذکر او وېښتیا به د هغوی په حال کومه ګټه‬
‫الذِ ْ‬
‫او فایده ونلري‪ .‬لکه کوم محصل چې د تحصیلي کال په پای کې چې نور وخت نه‬
‫لري او فرصت يې له السه ورکړی‪ ،‬درس لوستلو او زده کړې ته تصمیم ونيسي‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۴۰‬ــ معموال ویل کېږي چـې سـتمګران جهـنم تـه وړي‪ ،‬خـو پـه دې آیـت کـې ویـل‬
‫شــوي دي «جهــنم راوړل کيــږي»! تــه بــه وايــي جهــنم یــو حالــت دی چــې لکــه د‬
‫افسردګۍ په څېر پېښېږي! البته د آخرت او ابدیت په تناسب‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫يَقُولُ يَا لَيْتَنِي قَدَّمْتُ لِحَيَاتِي﴿‪﴾۴۲‬‬
‫[په حسرت او پښېمانۍ ] وايي‪ :‬كاشکې ما خپل [دغـه تلپـاتې] ژونـدون لپـاره‬
‫مخکې [څه نېک عملونه] لېږلي واى [= مثبت کارونه مې کړې وای]‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫یقُولُ یا لَیتَنِی قَدَّ ْمتُ ِلحَیاتِی‪ .‬هغه وخت به ووايي یا لَیتَنِی وای زما پر حال!‬
‫ت لِحَیاتِی‪ .‬د خپل ژوندانه لپاره مې له مخکې څه څيز لېږلی وای‪ .‬نه‬
‫کاشکې قَدَّمْ ُ‬
‫وايي چې د آخرت د ژوند لپاره‪ .‬ته به وايې هغه چې په دنیا کې يې درلود ژوند نه و‪،‬‬
‫بلکه له هغه یوه لنډمهاله ونډه او ګټه اخېستنه وه‪ .‬قَدَّ ْمتُ یعنې مقدم کړي مې وای‬
‫او له مخکې مې رالېږلي وای‪ .‬یعنې د نن ورځې تلپاتې ژوند لپاره مې له مخکې یو‬
‫کار کړی وای د بې نهایت او تلپاتې ژوند په وړاندې په دې دنیا کې زمونږ زیات نه‬
‫زیات سل کاله ژوند څه ارزښت لري‪ .‬هيڅ په شمېر کې نه راځي‪ .‬د بې نهایت په‬
‫وړاندې هر څيز صفر دی‪ .‬هر څيز چې دی اخواته دی‪ .‬واقعي ژوند هلته دی‪ .‬قرآن‬
‫وايي‪َ :‬واِنَّ الدَّارَ الْآخِرَ َة بېشکه د آخرت دار او ټاټوبی او وروستی کور‪ ،‬لَهِی‬
‫الْحَیوَانُ‪ ،‬خامخا رښتينی او واقعي ژوندون دی لَ ْو كَانُوا یعْلَمُونَ‪ )۰۵( .‬که واقعاً‬
‫پوهيدئ‪ .‬که پوهه مو درلودلی پوه شوي به واست چې واقعي ژوند هم هلته دی او‬
‫د دنیا ژوند یوازې لنډمهاله او په بیړه تېرېدونکې ونډه او ګټه اخېستنه ده‪ .‬هغه‬
‫څوک چې مسافر دی‪ ،‬د خستګۍ او ستړیا د رفع کولو لپاره د الرې په منځ کې مثالً‬
‫د نیم ساعت لپاره تم کېږي او یو څه خوري او یو څه اوبه په سر او مخ وهي او‬
‫ورپسې بېا حرکت کوي‪ .‬هغه تم کېدل یوازې لږ څه اخېستل‪ ،‬برخمن کېدل او لنډ‬
‫مهالی استراحت د الر وهلو او د مسیر د ادامې لپاره دی ځکه چې مونږ اوږده الر‬
‫او مسیر په مخکې لرو‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫فَيَوْمَئِذٍ لَأ يُعَذِبُ عَذَابَهُ اَحَدٌ﴿‪﴾۴۵‬‬
‫نو په هغه ورځ به‪ ،‬دهغه [رب] د عذاب په څېر هیڅوک عذابول نـه کـوي‬
‫[= د دنیوي هیڅ عذاب سره د پرتله کېدو وړ نه دی]‪.‬‬
‫وَلَأ يُوثِقُ وَثَاقَهُ اَحَدٌ﴿‪﴾۴۶‬‬
‫(‪)۴۲‬‬
‫[= ابـدي اسـارت او بنـد د‬ ‫او نه د هغه د تړلو په څېر‪ ،‬هيڅوک تړل کوي‬
‫تصور وړ نه دی] ‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ب عَذَابَهُ اَحَدٌ‪ .‬نو په هغه ورځ به‪ ،‬دهغه د عذاب په څېر‬
‫فَیوْمَئِذٍ لَّأ یعَذِ ُ‬
‫هیڅوک عذابول نه کوي وَلَأ یوثِقُ وَثَاقَ ُه َاحَدٌ‪ .‬او نه د هغه د تړلو په څېر‪،‬‬
‫څوک تړل کوي‪« .‬وثاق» د هغې رسۍ په څېر دی چې د هغه په توسه وَری یا بار‬
‫پر مرکب تړي چې ونه لوېږي‪ .‬لنډه دا چې الله تعالی چاسره شوخي او ټوکې نه‬
‫لري‪ .‬هغه چا چې په ښوونځي یا پوهنتون کې کوم کال جدي نه دی نېولی او درس‬
‫يې نه دی ویلی‪ ،‬کېدای شي د وجدان په عذاب او ربړ اخته شي چې البته ورپسې‬
‫کال يې کولی شي جبران کړي‪ ،‬خو که د خطا او غفلت له المله خپل ټول ژوند له‬
‫السه ورکړي‪ ،‬د وجدان عذاب يې له هغه سره د پرتله کېدو وړ نه دی‪ .‬په آخرت‬
‫کې‪ ،‬په محدودیت کې پاتې کېدل‪ ،‬یا هماغه وثاق‪ ،‬د هيڅ دنیايي عذاب سره د‬
‫پرتله کېدو وړ نه دی‪ .‬داسې نه ده چې څوک ووايي تېر په تېره‪ ،‬ژوند به نوی له سره‬
‫پیل کړم‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۴۲‬ــــ څرګنــده او جوتــه ده چــې لورانــد اللــه لــه خپلــو بنــده ګــانو ســره دښــمني او‬
‫خصومت نه لري‪ ،‬په عذاب کېدل او د کړنو د پایلو په لومه کې نښـتل ‪ ،‬د بنـده ګـانو‬
‫د ناوړو کړنو محصول دی‪ .‬څرنګه چـې اللـه علـت العلـل دی لـه دې الملـه هغـه تـه‬
‫نسبت ورکول شوی دی‪ .‬هغوی د الله بنده ګان ځورول او په عذاب کـول‪ ،‬زنـدان او‬
‫راز راز اسارتونو ته يې کشول او دادی اوس به خپل ذات او طبیعت ته ورګرځي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫يَا اَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ﴿‪﴾۴۷‬‬
‫(‪)۴۵‬‬
‫[یا شخصیت او وګړیه او د اعتماد او یقین خاونده]‬ ‫ای ډاډمن نفسه‬
‫ارْجِعِي اِلَى رَبِكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً﴿‪﴾۴۸‬‬
‫د خپل پالونكي رب لورې ته دې وروګرځه‪ ،‬په داسې حال کې چې راضـي‬
‫به يې [ته به له هغه خوښ يې] او د رضایت وړ به يې [راضي کوونکی بـه يـې او‬
‫هغه به له تا خوښ وي]‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ددې سورت وروستيو څلورو آیتونو‪ ،‬له بلې زاويې موضوع ته پاملرنه کړې؛ په‬
‫لومړنیو دوو آیتونو کې یو ډول هيله او امید ورکول دي؛ یا په واقع کې ځېنې بېلګې‬
‫او مصداقونه څرګندوي‪:‬‬
‫یا اَیتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِ َّنةُ‪« .‬نفس» یعنې ځان‪ ،‬وګړیتوب‪ ،‬شخصیت‪ ،‬یعنې یو انسان‬
‫د خپلو خاصو ځانګړنیو سره‪ .‬له کومو ځانګړنیو سره؟ الْ ُمطْمَئِنَّةُ‪ .‬څرنګه چې‬
‫نفس مجازي مؤنث دی د «مطمئن» پرځای مُطْمَئِنَّ ُة شوی او د تأنیث «تا» يې‬
‫اخېستې ده‪ .‬ای انسانه او ای هغه ځانه چې آرامش ته رسېدلی يې؛‬
‫ك رَاضِیةً مَّ ْرضِی ًة‪ .‬د خپل رب په لور دې راوګرځه‪ ،‬په داسې حال کې‬
‫ارْجِعِی اِلَى رَبِ ِ‬
‫چې هم ته له هغه راضي او خوښ يې‪ ،‬او هم هغه له تا‪ .‬د شاعر په وینا‪:‬‬
‫تو خشنود باشی و ما رستگار‬ ‫خدایا چنان کن سرانجام کار‬
‫دا ډیره مهمه ده چې سړی هم پخپله له خپل خالقه راضي او خوښ وي‪ ،‬او هم په‬
‫عین حال کې د خپل خالق رضایت يې السته راوړي وي‪ .‬خو هوسايي او سوکالۍ‬
‫ته رسېدل له کومې الرې کېدوني دي؟ له دغو دغدغو او اندېښنو څخه هوساینه څه‬
‫ډول کېدوني ده؟ په ژوندانه کې ډېر ځله داسې پېښېږي چې حیران پاتې شو څه‬
‫وکړو‪ .‬څه ډول هوساینه او ډاډ تر السه کړو؟‬
‫که مونږ د اسالم په تاریخ کې د الله تعالی د رښتینو بندګانو ژوند تر څېړنې الندې‬
‫ونيسو دا به راته جوته شي چې د اسالم او د حضرت رسول اکرم د مکتب او الرې‪،‬‬
‫الرویان په هر حالت کې او د ژوندانه په ټولو لوړو او ژورو کې تل په سوکالۍ او‬
‫آرامش کې وو او په هر حالت کې له خپل خالقه راضي وو چې د رسول الله ملګري‬
‫او اصحاب او د تاریخ په اوږدو کې د ظلم او ځور په وړاندې د حق د الرې‬
‫رښتيني مبارزین زمونږ ددې مدعا عیني شاهدان دي‪ .‬دوی په هرې سختۍ کې او‬
‫په ټولو لوړو ژورو کې او د ظالمانو د هر ظلم او ځور الندې د ژړندانه تر آخرې‬
‫سلګۍ پورې له خپل خالقه راضي وو او خپل رضایت يې د خالق په شکر او مننه‬
‫څرګند کړی دی‪.‬‬
‫دعاشورا په شپه د امام حسین ژبه یوازې شکر پر ځای کوي ‪ :‬یا الله ستا مننه کوم‬
‫چې مونږ ته دې د خپل پیغمبر په وجود شرافت را وبښه‪ .‬یا الله شکر چې مونږ دې‬
‫پوه او له خپل دين سره اشنا کړو‪ .‬یا الله شکر چې مونږ دې د مشرکانو په ډله کې‬
‫نکړو‪ .‬الهي څنګه کولی شو ستا ددې نعمتونو شکر پر ځای کړو‪.‬‬
‫د عاشور ا د ورځې وروستۍ خبره چې له امامه يې نقل کړې ده په هماغه وروستۍ‬
‫شېبه کې چې شهادت يې نژدې کيږي فرمايي‪ :‬پالونکیه ربه‪ ،‬ستا په رضا راضي یم‬
‫رِضاً برضائک‪ .‬همداچې ستا د لید او نظر الندې‪ ،‬ستا په حضور او ستا په مشیت‬
‫کې دا ډول پېښيږي راضي یم‪ .‬تسلیماً لِأَم ِرکَ‪ .‬ستا امر او فرمان ته تسلیم یم‪ .‬ال‬
‫ک له تا پرته بل معبود او معشوق نشته‪ ،‬ستا له درشل او درباره پرته به‬
‫مَعبوداً سِوا َ‬
‫بل چرته پناه یوسم؟ د دوست په الر کې له ځان تېرېدني او قربانۍ څه بهتر دي؟‬
‫انسان کولی شي په دې ډول سترې هوساینې او آرامش ته ورسيږي‪« .‬مطمئنه نفس»‬
‫هماغه هوسا نفس او آرام ځان دی ــ هاغه نفس دی چې دغدغه نلري‪ ،‬خپګان او‬
‫ناراحتي او ډار نلري‪ ،‬اطمینان او ډاډ ته رسېدلی دی‪ .‬مطمئنه نفس په بېوزلۍ او‬
‫بډاینه کې آرام او هوسا دی دا نه وایم چې نه ښايي سړی دې په ژوند کې هڅه او‬
‫تالش وکړي ‪ ،‬خو ډېر ځله د هغه د هڅې او تالش سره سره‪ ،‬توکې او امکانات يې‬
‫د نورو په څېر نه وي‪ ،‬یا حتا تر نورو ډېرې ستونزې ولري‪ ،‬خو په هر حال که‬
‫مطمئن او ډاډه نفس ولري‪ ،‬طلبګار او غوښتونوال نه دی‪ ،‬راضي دی‪ .‬د روح او‬
‫ځان په تل کې آرامش‪ ،‬هوساینې او رضایت ته السرسی مومي چې کولی شو ووایو‬
‫د هغه لپاره ستونزه شتون نلري‪ ،‬بلکه د هر ډول سختیو سره سره د خوا او خاطر‬
‫رضایت لري‪.‬‬
‫ای هغه نفس او ځانه چې هوساینې او آرامش ته رسېدلی يې‪ ،‬د پروردګار په لور‬
‫دې راوګرځه‪ .‬ارام او هوسا نفس که د شپې تورتم وي او که د فجر طلوع وي هوسا‬
‫او ارام دی‪ .‬څه که د فرعونانو او دیکتاتورانو زمانه وې‪ ،‬چې ځي او راځي او څه که‬
‫د ژوندانه لوړې ژورې وي‪ ،‬خپل ایمان او هوساینه او آرامش له السه نه ورکوي‪ .‬په‬
‫خپل ایماني امنیت او هوساینه کې ژوند تېروي‪ .‬دهغه لپاره مهم نه دی چې له‬
‫اووښتون او انقالب څخه مخکې مهال دی یا له انقالب او اووښتونه وروسته‪ ،‬د‬
‫انقالب په فجر کې دی یا د دیکتاتورۍ په دوران کې‪ .‬پخپله دی‪ .‬آرام‪ ،‬هوسا او‬
‫کلک لکه د غره په څېر‪ .‬چې هيڅ څيز نه شي کولی هغه وښوروي‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۴۵‬ــــ پــه قــرآن کــې د نفــس لــه دریــو صــفتونو یادونــه کــړې ده‪ :‬امــاره بالســوء نفــس‬
‫[یوسف ‪ ])۵۰:۰۴( ۰۵‬چې انسان ته په بدیو فرمان ورکـوي‪ ،‬لوّامـه نفـس [قیامـه ‪۴‬‬
‫(‪ ])۴:۷۵‬چې د بدو کړنو د سرته رسولو په صورت کې د انسـان مالمتـوونکی نفـس‬
‫دی‪ ،‬او په پای کې مطمئنه نفس چـې ایمـاني آرامـش او پـه پـالونکي رب اعتمـاد تـه‬
‫رسېدلی دی‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫فَادْخُلِي فِي عِبَادِي﴿‪﴾۴۹‬‬
‫نو زما په بندګانو کې داخل شه‪.‬‬
‫وَادْخُلِي جَنَّتِي﴿‪﴾۰۳‬‬
‫(‪)۴۶‬‬
‫او زما جنت ته ننوځه‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫فَادْخُلِی فِی عِبَادِی‪ .‬وَا ْدخُلِی جَنَّتِی‪ .‬نو‪ ،‬زما د رښتینو بندګانو په منځ کې اوسه او‬
‫زما ځانګړي جنت ته ننوځه‪ .‬سره ددي چې قرآن د اشخاصو په شان کې نه راځي‪،‬‬
‫خو په یقین سره ویلی شو چې د شهیدانو سرالری یو له هغو سترو نمونو او‬
‫مصداقونو دی چې دا الهي وعدې په هغوی کې رښتينې شوي دي او هغه امام په‬
‫نهایت اطمینان او ډاډ تر ټولو سخت او ربړونکي ازميښتونه له سره تېر کړي او ترې‬
‫بریالی او سرلوړی وتلی دی‪.‬‬
‫صدق الله العليّ العظيم‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۴۶‬ــ د متکلم وحده د ضمیر دوه ځله تکرار‪:‬زما بنده ګانو‪ ،‬او زما جنت‪ ،‬هغو بنـده‬
‫ګانو ته چې ربوبي قرب ته نژدې شوي او آرامش او ابدي راحـت يـې مونـدلی دی‪،‬‬
‫دهغه پاملرنه‪ ،‬عنایت او بې پایانه لطف څرګندوي‪ .‬بشـري تـاريخ لـه دغـو «مطمئنـه‬
‫نفسونو» چې د ظالمـانو د واکمنۍپـه تورتمـو شـپو او پـه مصـیبتونو ‪ ،‬سـختیو او د‬
‫روزګار په لوړو ژورو کې په تندي غونځې نه راوړې او د ایماني امنیت په غېږ کې د‬
‫الله په یاد او ذکر آرام او هوسا دي‪ ،‬چې غوره مثالونه ‪ ،‬له هغې جملـې امـام حسـین‬
‫او شهیدان ملګري يې‪ ،‬د راتلونکو نسلونو لپاره د الرې مشال کړي دي‪ ،‬هـم هغـوی‬
‫چې مولوي‪ ،‬رب ته د هغوي په رجـوع کـې او د حـق نـور تـه د رسـېدلو او سـپېڅلي‬
‫پاتې کېدلو په رضایت کې راوړي دي چې وايي‪:‬‬
‫سوی اصل خویش باز آمد شتاب‬ ‫ارجعی بشنو نور افتاب‬
‫نه ز گلشنها بر او رنگی بماند‬ ‫نه ز گلخنها بر او ننگی بماند‬
‫ماند در سودای او صحرا و دشت‬ ‫نورِ دیده‪ ،‬نور دیده باز گشت‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ )۴‬حاقه(‪۰۹ / )۶۹‬‬ ‫‪ )۰‬تین(‪۰ / )۹۵‬‬
‫‪ )۲‬تکویر(‪۰۷ / )۸۰‬‬ ‫‪ )۰‬انشقاق(‪۰۷ / )۸۲‬‬
‫‪ )۶‬محمد(‪۰۵ / )۲۷‬‬ ‫‪ )۵‬مدثر(‪۰۲ / )۷۲‬‬
‫‪ )۷‬انشقاق (‪۰۷ / )۸۲‬‬
‫‪ )۸‬نهجالبالغه ‪ ۵۰ ،‬لیک (د مالک اشتر ژمنپاڼه)‬
‫‪ )۰۳‬نمل(‪۲۳ / )۴۷‬‬ ‫‪ )۹‬نهجالبالغه ‪۰۹۴ ،‬خطبة‬
‫‪ )۰۴‬ص(‪۰۳ / )۰۸‬‬ ‫‪ )۰۰‬نمل(‪۰۹ / )۴۷‬‬
‫‪ )۰۲‬شعراء(‪۹۰ / )۴۶‬‬ ‫‪ )۰۰‬همزه(‪۷ / )۰۳۲‬‬
‫‪ )۰۵‬عنکبوت(‪۶۲ / )۴۹‬‬

You might also like