Professional Documents
Culture Documents
Zia Final Monograph
Zia Final Monograph
نـــــــنـګرهار پـوهنتـــون
اقتـصـــــاد پــــوهنـــځــی
مـالـي او بــانکــي چـــارې
دا څېړنه چې (په افغانستان کې د اسالمي بانکدارۍ ستونزې او حلالرې) تر عنوان الندې تر سره شوې
ده ،په دې څېړنه کې له لومړی الس معلوماتو څخه استفاده شوې ده ،چې دغه معلومات په ننګرهار
والیت کې د مرکو له الرې راټول شوي دي ،معلومات د اقتصاد پوهنځي د استادانو ،د اقتصاد او بانکدارۍ
له متخصصینو څخه راټول شوي دي .د څېړنې نتیجه ښایي چې :باور او اعتماد ،په والیتونو او ولسوالیو
کې د څانګو نشتون ،د خلکو ذهنیتونه ،د اسالمي بانکدارۍ د تولیداتو او خدماتو په هکله د کافي پوهې
نشتوالی ،په اسالمي بانکونو کې په کافي اندازه د متخصصینو او پوهو اشخاصو نشتون ،د قانون نشتون،
د اسالمي بانکدارۍ د پرمختګ لپاره د اقتصاد پوهنځيو کې د اسالمي بانکدارۍ د څانګو نشتون او د
قرضونو په تضمین کې ستونزه هغه ستونزي دي چې په افغانستان کې اسالمي بانکداري ورسره مخ ده.
په څېړنه کې د هرې ستونزې اړوند مناسبې حلالرې وړاندې شوي دي.
مننلیک
له هغوی ټولو د زړه له کومي مننه
کوم چا چې د علم په الر زما السنيوی
کړی دی.
ډالۍ
لومړی فصل
پېژندنه 1 ....................................................................................................................................
د موضوعش ــالـید1 ..................................................................................................................:
2 په افغانستان کې د اسالمي بانکدارۍ تاریخچه:
د اسالمي بانکونو ځانګړتیاوې4 ........................................................................................................ :
د اسالمي بانک اهمیت5 ................................................................................................................ :
5 د څېړنې ستونزه:
6 د څېړنې پوښتنې:
دریم فصل
11 د څېړنې میتودولوژيRESEARCH METHODOLOGY :
څلورم فصل
11 د معلوماتو تحلیل او پایلې:
11 1.باور او اعتماد ):(TRUST
11 2.په والیتونو او ولسوالیو کې د څانګو نشتون
11 3د خلکو ذهنیتونه:
11 4.د اسالمي بانکدارۍ د تولیداتو او خدماتو په هکله د کافي پوهې نشتوالی:
16 5.په اسالمي بانکونو کې په کافي اندازه د متخصصینو او پوهو اشخاصو نشتون:
16 6.د قانون نشتون:
16 7.د اسالمي بانکدارۍ د پرمختګ لپاره د اقتصاد پوهنځیو کې د اسالمي بانکدارۍ د څانګو نشتون:
17 8.د قرضونو په تضمین کې ستونزه:
17 حلالرې:
17 د لومړۍ ستونزې حلالرې:
18 د دویمې ستونزې حلالرې:
11 د دریمې ستونزې حلالرې:
12 د څلورمې ستونزې حلالرې:
12 د پنځمې ستونزې حلالره:
11 د شپږمې ستونزې حلالره:
11 د اتمې ستونزې حلالره:
پنځم فصل
11 مناقشه او نتیجه ګیري
23 مناقشه:
16 نتیجه ګیري:
16 د څېړنې محدودیتونه:
17 وړاندیزونه:
پېژندنه
د موضوع شـــالـید:
بانکي سکتور ديو هېواد د اقتصاد لپاره د پول حيثيت لري ،نو دملک د اقتصاد د ودې او پرمختګ لپاره
د بانکي سکتور ودې اوپرمختګ ته ډ يره اړتيا ليدل کيږي .خو څرنګه چې په اوسني وخت کې د نړۍ
په اکثره هېوادونو کې مختلط اقتصادي نظامونه دي ،چې په دې نظامونو کې زيات د کپيټاليستي
نظام ) (Capitalismد اصولو څخه ا ستفاده کيږي نو دکپيټاليستي نظام يو اصل سود دى،نوځکه د دې
هېوادونو اکثره بانکونه د سودي سيستم په اساس فعاليت کوي .سود د اسالمي شريعت له نظره حرام
دی او اسالم په ټولو فعاليتونو کې دسود نه کولو امر کړى دى ،ځکه چې سود يو داسې لعنت دى چې په
يوه ج امعه کې طبقاتي سيستم رامنځته کوي ،نو د بانکي سکتور د ودې ،ترقۍ او پرمختگ لپاره بايد
دا چې په اوسني وخت کې په زیاتو اسالمي هېوادونو او تر څنګ يې په کفري هېوادونو کې اسالمي
بانکداری رامنځته شوې ده ،چې د هغوی له جملې هم یو زمونږ ګران هېواد افغانستان دی ،خو دا چې
افغانستان یو پرمختیایي هېواد دی ،او په اقتصادي لحاظ پکې ستونزې موجودي دي ،نو په دې اساس
په افغانستان کې اسالمي بانکداري هم د ستونزو څخه خالصه نه ده ،او یو لړ ستونزې لري چې مونږ په
دې رېسرچ کې دغه ستونزې او ورته مناسبې حلالرې مو په ګوته کړي دي.
1
په افغانستان کې د اسالمي بانکدارۍ تاریخچه:
مخکې له دې چې په افغانستان کې د اسالمي بانکدارۍ په رامنځته کېدو او تاریخچه خبرې وکړو ،اول
به په مجموع کې د اسالمي بانکدارۍ تاریخي شالید ته یوه لنډه کتنه وکړو.
.1اسالمي بانک د لومړي ځل لپاره د شخصي هلو ځلو په نتیجه کې رامنځته شو ،ځکه چې معاصر
بانکونه په سود والړ ؤ؛ او سود د اسالم له نظره ناروا دی ،نو ځکه ځیني ویښ مسلمانان د
حکومتونو له بې تفاوتۍ څخه مایوس شول او په انفرادي ډول یې دا هلي ځلي شروع کړې خو
وروسته ځيني اسالمي هېوادونه په دې کوښښ کې ورسره ملګري شول لکه پاکستان ،ایران،
د اسالمي بانکدارۍ لومړنۍ تجربه په کال ۱۲۹۱م کې د مصر په میت غمز ښارګوټي کې رامنځته
شوه ،خو د یو څه وخت په تېرېدو سره یاده تجربه په ټپه ودرېده او بیا په ۱۲۹۱م کال کې په
مکمل ډول له منځه والړه .چې المل يې پر وړاندې ناوړه تبلیغات وو ،البته دغه تجربې ښې السته
راوړنې درلودې(.نیازی )،دغه بانک د يو څو کسانو د شخصي کوښښونو په نتیجه کې جوړ شو او
د حکومت مرسته ورسره ملګرې نه وه .په هغه وخت کې د سیاسي مالحظاتو په وجه دوی دې
.2په ۱۲۹۹م کال کې د اسالمي اقتصاد مضمون د سوډان هېواد په اُم درمان پوهنتون کې پیل شو،
چې په نتیجه کې یې اسالمي (غیرسودي) بانک جوړول رامنځته شول ،خو د وخت شرایطو دغه
2
.3په ۱۲۱۱م کال کې د ناصر ټولنیز بانک جوړ شو؛ دا لومړی بانک وو چې په قانوني توګه منځته
راغی او سودي معاملې یې نه ترسره کولې ،خو د دې بانک ډېر معامالت په ټولنیزو چارو پورې
.4په ۱۲۱۱م کال کې د اسالمي بانکدارۍ د جوړونې لپاره دوه هڅې وشوې .لومړی یې د جدې د
ودې او پراختیا بانک ؤ ،د دې بانک هدف دا ؤ چې اقتصاد ته وده ورکړي او تر څنګ یې د اسالمي
شریعت مطابق غړو هېوادونو ته په ټولنیزو چارو کې پراختیا او وده ورکړي؛ او دویم د دُبۍ
اسالمي بانک ؤ؛ دغه بانک د آماراتو د حکومت په پریکړه پرانستل شو او دا یې په ډاګه کړې وه
.5په ۱۲۱۱م کال کې درې اسالمي بانکونه رامنځته شول ،چې د سوډان د فیصل اسالمي بانک،
په مصر کې د فیصل اسالمي بانک او په کویټ کې د بیت تمویل بانک څخه عبارت دي ،له دې
عالوه د اسالمي بانکونو د پیاوړتیا ،پراختیا او د بانکونو تر منځ د اړیکو ټینګولو لپاره د بانکونو د
اتحاد کمیټه جوړه شوه ،تر څو د دغو بانکونو د اهدافو او مقاصدو تر منځ یووالی رامنځته کړي
.6له دې وروسته په نړۍ کې اسالمي بانکونه زیات شول چې په ۹۴۴۰م کال کې په ټوله نړۍ کې
د اسالمي بانکونو تعداد ۹۸۰ته ورسیده ،چې د دوی د کارونو حجم ۹۹۱میلیارده ډالرو ته
ورسید ،او د هغو بانکونو شمیر چې د سودي بانکونو فرعي دي ۱۱۴ته یې تعداد ورسید او د
دوی د کړنو حجم ۹۴۴میلیارده ډالرو ته رسیږي .څېړونکو په ډاګه کړې ده چې د اسالمي بانکونو
کلنی عاید ( )Annual revenueاوس مهال د ټولې نړۍ ۹۴-۱۱سلنې پورې رسيږي.
3
اوس په افغانستان کې د اسالمي بانکدارۍ به تاریخي شالید باندې خبرې کوو:
په افغانستان کې د اسالمي بانکدارۍ مفکوره په ۹۴۴۰/۹۴۴۱م کلونو کې په داسې مهال رامنځته
شوه چې د بانکدارۍ لپاره جدا مسوده جوړیده .خو د علمی کادر د نشتوالي له امله د افغانستان
بانک په دې ونه توانید چې په مسلکي او علمي توګه یي په قانون کې ځای پر ځای کړي.
سره له دې چې یو تعداد ځوانان چې د اسالم آباد له اسالمي پوهنتون څخه فارغ شوي ؤ او هلته یې
کار کاوه ،خو دا چې تازه ګومارل شوي و نو کافي تجربه یې نه درلوده .د دې تر څنګ هغه نړیوالو
چې د افغانستان له بانکي نظام سره یې تخنیکي مرسته کوله ،په اسالمي بانکدارۍ کې یې تجربه
نه درلوده ،ورسره هیڅ بانک او پانګوال لیوالتیا نه وه ښکاره کړې چې اسالمي بانکداري پیل کړي؛ نو
تصمیم ونیول شو چې د اړتیا په وخت کې ورته بیله مقرره جوړه شي .په ۹۴۴۹م کال کې د الفالح
بانک د اسالمي بانکدارۍ د کړکۍ جوړولو غوښتنه وکړه .دا داسې وخت ؤ چې مقررات تسوید شوي
نه ؤ ،د افغانستان بانک عالي شورا د حقوقي مشاوریت د وړاندیز پر بنسټ ابتدايي اجازه ورکړل شوه.
ب :اسالمي بانکونه د ټولو مسلمانانو لپاره د دې الر پرانیزي چې خپلې سرمایې په مشروع طریقه وکاروي
او دغه کړنه د دې المل ګرځي چې په شتمنیو کې زیادت په داسې طریقه راشي چې هغه روا وي او له
ج :د اسالمي بانکونو په جوړولو سره اسالمي اقتصاد زیات پرمختګ کوي.
4
د :د اسالمي بانکونو جوړول د ټولنې مالونه له حرامو څخه ژغوري او پداسې الرو چارو یې استعمالوي
هـ :د اسالمي بانکونو جوړونه د کفارو د اقتصاد د کمزورتیا المل ګرځي.
و :د اسالمي بانکونو جوړونه د دې المل کیږي چې ګټې به د خلکو تر منځ په عادالنه توګه ویشلی کیږي
ز :د اسالمي بانکونو جوړونه به د دې ښکارندوی کوي چې مسلمانان خپل دین ته ژمن دي او سختو او
ستونزمنو حاالتو کې هم دوی هغه الر تعقیبوي چې اسالم یې اجازه ورکوي( .نیازی ,د اسالم په رڼا کې
.1د ټولنې د افرادو غوښتنو ته په داسې توګه ځواب ویل چې له هر راز سودي ګټې څخه لرې وي.
.2په بانکي کړنو کې د معامالتو د فقهې لپاره د تطبیق ډګر پیدا کول.
.3اسالمي بانکداري د اسالمي اقتصاد د ودې بنسټ او اساس ګڼل کیږي( .نیازی)۹۴۱۱ ,
د څېړنې ستونزه:
په دې کې شک نشته چې بانکونه د اقتصاد ستنې او اساسي محور ګڼل کېږي ،ځکه همدغه بانکونه
د خلکو شتمنۍ خوندي ساتي ،هغو ته حرکت ورکوي او په کار یې اچوي ،د هغو د ودې لپاره پالنونه
5
طرحه کوي؛ دا هم یو واقعیت دی چې په دې برخه کې د بانکونو رول له پامه نشي غورځېدالی.
(نیازی)۹۴۱۱ ,
په افغانستان کې اسالمي بانکداري نوې ده او د مروجې (سودي) بانکدارۍ څخه وروسته رامنځته
شوې ده ،نو طبعاً به یو لړ ستونزې او مشکالت لري کوم چې د هغې د پرمختګ او ودې په مخ کې
خنډ شوي او اسالمي بانکداري یې په افغانستان کې لکه څنګه چې په کار ده او توقع کېدله ،هغسې
بانکدارۍ موجوده ستونزې رابرسیره شي او د حل الرې یې په ډاګه شي؛ نو باید چې په یاده موضوع
کې څېړنه تر سره شي ،تر څو دغه ستونزې له منځه والړې شي او اسالمي بانکداري خپل د پرمختګ
د څېړنې پوښتنې:
د څېړنې اهمیت:
دا څېړنه چې په افغانستان کې د اسالمي بانکدارۍ ستونزې او حلالرې په ګوته کوي ،د ډېر اهمیت وړ
ده ،د دې څېړنې له مخې به اسالمي بانکونو ته هغه ستونزې معلومې شي کوم چې د اسالمي بانکدارۍ
په وړاندې واقع دي .همدارنګه دا څېړنه دا ښيي چې په اسالمي بانکدارۍ کې ځينې ستونزې دي چې
دولت یې باید په اړه ګام اوچت کړي .په څېړنه کې ستونزو ته مناسبې حلالرې هم په ګوته شوي دي.
6
د څېړنې هدف:
دا چې اسالمي بانکونه په اوسنی وخت کې د اسالمي هېوادونو د خلکو ستره غوښتنه ده ،ځکه خو د
اسالمي هېوادونو وګړي په سودي بانکونو کې د حساب پرانستلو سره عالقه نه ښایي .د افغانستان څه
پاسه ۲۲سلنه وګړي مسلمانان دي ځکه دلته د اسالمي بانکدارۍ ضرورت ډېر احساسيږي( .ملک,
)۹۴۱۹اوسمهال په افغانستان کې ۱دولتي ۱۱ ،شخصي او ۰بهرني بانکونه فعالیت لري .دغه بانکونه
تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې د خلکو پوره اعتبار تر السه کړي ،عمده الملونه یې د سود شتون،
د کابل بانک له قضیې وروسته په بانکونو د خلکو بې اعتمادي او د غیر مسلکي کارمندانو استخدام ګڼل
له بلې خوا په اوسني وخت کې اسالمي بانکداري د یو لړ ستونزو سره مخ ده ،چې په دې برخه کې په
افغانستان کې اسالمي بانکداري هم د دغه ستونزو څخه پاتې نه ده .له بلې خوا اسالمي بانکداري د
سودي بانکدارۍ یوه غوره بدیل دي ،نو زمونږ هدف له دې څېړنې څخه دا دې چې په افغانستان کې د
اسالمي بانکدارۍ دغه ستونزې رابرسېره کړو ،د دې تر څنګ مناسبې حلالرې ورته پیدا کړو او باالخره
په افغانستان کې د سود څخه پرته بانکداري (اسالمي بانکداري) رامنځته شي.
7
دوهم فصل
د یوې ګټورې څېړنې لپاره مهمه ده ،چې باید تېرو لیکنو ته کتنه وشي ،چې په همدې اساس ما هم د
Hossien Meisamyاو )۹۴۹۴( Hassan F. Gholifourم کال په خپله لیکنه کې د هغو خطرونو
یادونه کړېده چې په ایران کې اسالمې بانکداري ورسره مخ کېږي .نتیجه ښایي ،تر ټولو لوی پنځه هغه
خطرونه چې په ایران کې اسالمي بانکداري ورسره مخ کېږي ( )۱د اسالمي بانکدارۍ په اړه د حکومت
چلند دی )۹( .د سیالۍ(رقابت) نشتوالی )۱( .د قانون نه تعدیل( )۰( .)RFBAد شرعي څارنې نشتوالی.
زینب ادریس ( )۹۴۱۱م کال په خپله څېړنه ( Challenges faced in full establishment of
) Islamic banking system in Nigeriaکې د هغه خطرونو یادونه کړې ده ،چې په نایجیریا کې اسالمي
بانکداري ورسره مخ ده .د اسالمي مالي مؤسسو مربوط د محاسبې او تفتیش دمعیارونو په اړه د پوهې
نشتون ،ناکافي قانوني او تنظیمونکی چاپیریال ،د حاکمو سودي بانکونو سره د سیالۍ (رقابت) ستونزه،
دوه ګونې مالیه ،د اسالمي شریعت مطابق د نقدینګۍ د مدیریت د وسایلو کمی ،د اسالمي بانکدارۍ او
تمویل د اهمیت په هکله د عوامو ناکافي پوهه او د اسالمي بانکونو د ساتنې لپاره د اسالمي بیمې نشتون
) banking growth in Indonesia using the analytical hierarchy processموضوع کې څېړنه تر سره
8
کړې ده؛ چې د څېړنې نتیجه یې ښایي :تر ټولو ستر خنډ چې په اندونیزیا کې د اسالمي بانکدارۍ د
ودې مانع دی ،د مقرراتو جوړښت دی .په دې معنی چې اسالمي بانکداري د حکومت مناسبو پالیسیو
او مقرراتو او په اسالمي بانکدارۍ مثبت اغیز ته اړتیا لري .دویم خنډ هغه د وړ بشري منابعو کمی دی؛
په اسالمي بانکدارۍ کې بشري منابع باید د اسالمي شریعت او اقتصاد دواړو کافي پوهه ولري .له همدې
امله د اسالمي مالي چارو په برخه د وړ بشري منابعو چمتو کول د زده کړې ځانګړو او خاصو مؤسسو ته
اړتیا لري .دریم خنډ په اسالمي ټولنه کې د اسالمي بانکدارۍ په اړه د پوهې کموالی دی؛ دوی د اسالمي
بانکدارۍ د شرایطو ،تولیداتو ،او ددې تر څنګ د اسالمي اصولو په هکله کمه پوهه لري(Chaidir, .
)2018
)۹۴۱۱( Harron Amiriم کال په Growth and future of Islamic banking in Afghanistanموضوع
کې څېړنه تر سره کړې ده .د څېړنې نتیجه د اوسني سودي بانکداري لپاره د یو بدیل په توګه د اسالمي
بانکدارۍ اړوند یو شمیر حقیقتونه وړاندې کوي .د اسالمي بانکدارۍ سره د خلکو دلچسپي او خوشبیني
او په تجارتي بانکونو بې باوري ،په سودي بانکونو کې د سود شتون په وجه (کوم چې د دوی د دیني
عقایدو خالف دی ).د سودي بانکدارۍ څخه د خلکو اجتناب چې د یو لوی تعداد خلکو د Financial
exclusionسبب کېږي .د دې تر څنګ په هېواد کې اسالمي بانکدارۍ ته د خلکو اوسني تمایل ته په
محمد سلیم سلیم ( )۹۴۹۴م کال په Factors delaying the establishment of Islamic banking
system in Afghanistanموضوع کې څېړنه تر سره کړې ده ،په څېړنه کې یو شمیر عوامل چې په
افغانستان کې د اسالمي بانکدارۍ د تاسیس د خنډ المل شوي وو په ګوته شوي دي .سیاسي بې ثباتي،
کمزوری اقتصاد ،د قانوني مالتړ نشتون ،د علماوو د مالتړ نشتوالی ،د عوامو کم معلومات او د اسالمي
9
بانکدارۍ په برخه کې د متخصصینو کمی هغه الملونه وو چې په افغانستان کې د اسالمي بانکدارۍ د
Salman ahmad shaikhپه ( )2016م کال په Analysis of challenges and opportunities in Islamic
managementکې خپره شوې ده ،پکې یې د اسالمي بانکدارۍ د ګواښونو او فرصتونو اړوند تحلیل کړی
دی ،چې په عام ډول د Debt-basedتمویل استعمال ،نابشپړ ترکیب محصول (پدې معنی چې اسالمي
بانکونه په بشپړ ډول د سودي تمویل د ټولو ډولونو حلالرو لپاره مبادل تولیدات نه لري) ،اجباري
نقدینګۍ مدیریت ،د قابل تغیر تمویلي انتخاب نشتون )Lack ،(Lack of flexible financing option
Samia benaziezاو Rusni Hassanپه خپله څېړنه Challenges faced by Islamic Financial
Researchکې خپره شوې ده ،یو شمېر مسایل او مشکالت چې په کاناډا کې اسالمي مالي بنسټونه
ورسره مخ دي په څېړنه کې په ګوته شوي دي ،سخت قانوني چوکاټ ،د تولیداتو جوړول د دریو مختلفو
قوانینو په اساس ،د اسالمي مالي بنسټونو په مختلفو ډولونو باندې بندېزونه ،د یو قانوني اجرایوي
عدم امکان ،مالیاتي مسایل او نورې ستونزې په څېړنه کې یادې شوي دي چې په کاناډا کې اسالمی مالي
10
Jusupova liliya Mirgaziyanovnaاو Kokh Igor Anatolyevichپه (۹۴۱۸م) کال کې د Islamic
Banking: Modern trends and problemsتر عنوان الندې په خپله لیکنه کې د اسالمي بانکدارۍ
اړوند د یو شمیر مشکالتو یادونه کړې ده :لومړی د مقرراتو نشتوالی او د غیر اسالمي دولتونو په قانوني
چوکاټ کې د اسالمي بانکونو د وضعیت په اړه د ډاډ نشتوالی ،دوهم د غیر مسلمانو د کریډیټ په بازارونو
کې د پانګونې د فعالیتونو د پراخولو ستونزې ،دریم په غیر اسالمي هېوادونو کې د اسالمي دیني اصولو
سره سم د مالي خدماتو او محصوالتو چمتو کول او کارول ،څلورم د بانکدارۍ ټکنالوژي هغه ننګونې دي
دوکتور مصطفی نیازي په ( )۹۴۱۱م کال په خپل کتاب (د بانکدارۍ مقایسوي حقوق) کې د اسالمي
بانکدارۍ نیمګړتیاوې ذکر کړي دي ،چې په لنډمهاله پروژو اهتمام او ترکیز ،ټولنیز تمویل ته پاملرنه نه
کول ،د اسالمي بانکونو تر منځ د مرستې د ډګر تنګوالی ،د شرعي ظوابطو نه مراعات د اسالمي بانکونو
د افرادو له خوا ،د میډیا او رسنیو په ډګر کې د اسالمي بانکونو تقصیر او د تکنالوژۍ په برخه کې د
د څېړنې موضوع:
په دې څېړنه کې د اسالمي بانکدارۍ موجوده ستونزې او دغه ستونزو ته د حل الرې په ګوته شوي دي.
11
د څېړنې خالیګاهResearch gap :
د دې موضوع اړوند تېرو چې څومره تیرې لیکني تر السه شوي او پلټل شوي دي ،دا ورڅخه له ورایه
کومه څېړنه ) (Researchتر سره شوي ده .نو په دې اساس ویلي شو چې په دې موضوع کې د څېړنې
12
دریم فصل
د څېړنې میتودولوژيResearch methodology :
دا څېړنه چې یوه کیفي څېړنه ده او په افغانستان کې د اسالمي بانکدارۍ موجوده ستونزي او حلالرې
په کې څېړل شوي دي .په دې څېړنه کې د لومړی الس معلوماتو څخه استفاده شوې ده ،دا معلومات په
په دې څېړنه کې معلومات ) (Dataد مرکو له الرې راټول شوي دي ،چې د اقتصاد پوهنځي استادان ،د
13
څلورم فصل
د معلوماتو تحلیل او پایلېData analysis and result:
څرنګه چې په افغانستان کې ۱دولتي ۱۱شحصي او ۰بهرني بانکونه شتون لري( .ملک )۹۴۱۹ ,چې د
دې جملې څخه یو بشپړ اسالمي بانک (د افغانستان اسالمي بانک ) دی .او هغه بانکونه چې د اسالمي
بانکدارۍ خدمات وړاندې کوي ،نوی کابل بانک ،غضنفر بانک ،میوند بانک ،د افغانستان ملي بانک،
افغان یونایټیډ بانک او د افغانستان بین المللي بانک دي( .ملک)۹۴۱۹ ,
د تېرو څېړنو په اساس ډېری افغانان د بانکونو څخه استفاده نه کوي ،چې په دې کې اسالمې بانکونه
هم شاملېږي چې استفاده ورڅخه کمه ده .دا چې له اسالمي بانکونو څخه ولې خلک په افغانستان کې
استفاده نه کوي ،او د اسالمي بانکدارۍ په وړاندې کومې ستونزې موجودي دي ،د نوموړې موضوع اړوند
د مرکو له الرې لومړی الس معلومات راټول شوي دي او د هغوی د تحلیل په نتیجه کې مو الندې پایله
تر السه کړې ده ،چې نه یوازې دا په خپل ځاني یوه ستونزه ده بلکې نورې ستونزې هم پیدا کوي .دلته
.1باور او اعتماد ) :(Trustڅرنګه ډېر افغانان د بانکي سکتور څخه استفاده نه کوي ،نو طبعاً په
اسالمي بانکونو هم د هغوی اعتماد او باور کم دی ،چې په همدې وجه اسالمي بانکونو په کافي
اندازه رشد هم نه دی کړی او ډېر مارکیټ یې هم السته نه دی راوړی او نه په کافي اندازه خلک
بانکداري ورسره مخ ده هغه دا ده چې اسالمي بانکونه په هېواد کې په کافي اندازه څانګې نه
14
لري یعنې اسالمي بانکونه په ځینو والیتونو کې څانګې نه لري ،او که لري یې هم؛ یوازې د والیت
په مرکز کې وي او په نورو ولسوالیو کې بیا څانګې نه لري .نو ویالی شو چې د اسالمي بانکونو
خدمات اکثراً په اطرافي او کلیوالي سیمو کې د السرسي وړ نه دي .په داسې حال کې چې د
احصایي مرکزي د راپور په اساس د افغانستان د ټول نفوس یوازې ۱۴سلنه یې په اطرافي او
کلیوالي سیمو کې ژوند کوي او پاتې ۱۴سلنه یې په ښاري سیمو کې ژوند کوي ،چې په دې ډول
یو لوی تعداد وګړي نشي کوالی په آسانۍ سره د اسالمي بانکونو له خدمتونو څخه استفاده
وکړي.
.3د خلکو ذهنیتونه :د خلکو ذهنیتونه ) (attitudeپه دې معنی چې اکثره خلک داسې فکر کوي
چې اسالمي بانکونه تش په نوم اسالمي بانکونه دي او په واقعي معنی سره اسالمی بانکي خدمات
نه عرضه کوي .نو مونږ وایو چې په مجموع کې په افغانستان کې د اسالمي بانکونو په وړاندې د
اکثره خلکو ذهنیت منفي دی چې دا د اسالمي بانکونو د پرمختګ په وړاندې یو خنډ دی ،او د
.4د اسالمي بانکدارۍ د تولیداتو او خدماتو په هکله د کافي پوهې نشتوالی :دا په دې
معنی چې په افغانستان کې اکثره خلک د اسالمي بانکدارۍ په هکله معلومات نه لري ،چې
اسالمي بانکونه کوم تولیدات او خدمات عرضه کوي؟ د هغې ځانګړتیاوې څه دي؟ د هغې شرایط
15
کوم دي؟ یعنې د خلکو د پوهې سطحه ) (awareness levelد اسالمې بانکدارۍ اړوند ډېره ټیټه
ده .او کله چې دوی په دې هکله پوهه ونه لري نو دا طبیعي خبره ده چې استفاده به هم ورڅخه
نه کوي.
.5په اسالمي بانکونو کې په کافي اندازه د متخصصینو او پوهو اشخاصو نشتون :د دې
څخه هدف دا دی ،چې په اسالمي بانکونو کې باید داسې کسان کار وکړي چې د مروجې یا
معاصرې بانکدارۍ د چارو د سرته رسولو او د مطالعې او تجربې د درلودلو تر څنګ باید د
بانکدارۍ په اسالمي اړخ باندې هم پوره وارد واوسي او په دې برخه کې د پوره پوهې څخه برخمن
وي؛ نو داسې اشخاص په افغانستان کې ډېر کم دي چې هغوی د مروجه بانکدارۍ تر څنګ په
بانکدارۍ کې د اسالمي احکامو ،فقه او معامالتو (مضاربت ،مشارکت ،مرابحه نزولي مشارکت او
.6د قانون نشتون :په افغانستان کې اسالمی بانکداري کوم ځانګړی قانون نه لري ،چې د هغې
له مخې خپل فعالیتونه پر مخ یوسي د دې ستونزې د حل لپاره هڅې شوي دي خو تر اوسه کوم
څانګو نشتون :دا یوه بله ستونزه ده چې د اسالمي بانکدارۍ رشد یې ځنډنی کړی دی ،چې
16
د اقتصاد په پوهنځیو کې د اسالمي بانکدارۍ یا هم د اسالمي اقتصاد څانګې نشته ،او اسالمي
.8د قرضونو په تضمین کې ستونزه :له دې څخه هدف دا دی ،کله چې بانکونه قرضونه ورکوي
نو هغوی د دغه قرض په بدل کې تضمین اخلي لکه د ځمکو قبالې؛ خو دلته ستونزه دا ده چې
په افغانستان کې اکثره قبالې په عرفي شکل دي او تر اوسه هغه شرعي شوي نه دي ،نو کله چې
څوک دغه قباله د قرض په بدل کې د بانک سره د تضمین په شکل ږدي ،نو دغه قبالې بیا بانک
حلالرې:
.1حلالره :اسالمي بانکونه د اعتماد د رامنځته کولو لپاره باید خلکو ته دا ډاډ ورکړي چې اسالمي
بانکونه هر کال څومره پیسې چې د خلکو څخه اخلي نو دا پیسې دوی په کومو پروژو کې سرمایه
ګذاري کوي؟ او کوم فعالیتونه او کارونه چې اسالمي بانکونه یې په دغه پیسو سرته رسوي ،دغه
فعالیتونه په اسالمي شريعت کې جواز لري .د دې تر څنګ دا چې اسالمي بانکونه هم مالي
ادارې دي نو طبعاً به دوي د کال په اخره کې مالي راپورونه برابروي ،نو بهتره به دا وي چې د دې
مالي راپورونو مالي تفتیش )(Financial auditوکړي ،او ورسره ورسره یې باید د خلکو سره شریک
17
کړي یا حد آقل د خپلو مشتریانو سره یې باید شریک کړي .چې په دې سره خلک په دې پوه
شي چې د دوي پیسې په کومو ځایونو کې په کار لویدلي او څومره ګټه یې کړې یا یې تاوان کړی
.2حلالره :څرنګه چې افغانې ټولنه یوه اسالمي ټولنه ده ،نو دوی د علماءکرامو ډېر قدر کوي او
خبره يې مني ،باور پرې کوي او ډېره توجه ورته کوي .نو که اسالمي بانکونه غواړي چې خلک
پرې باور او اعتماد وکړي نو د علماء کرامو سره خبرې وکړي تر څو علماء کرام د دوی لپاره په
جوماتونو ،مدرسو او نورو ځایونو کې چې هلته ډېر خلک سره راټولېږي تبلیغات وکړي ،د اسالمي
بانکونو اهمیت ورته بیان کړي همدارنګه د سودي بانکونو نیمګړتیاوې ورته بیان کړي تر څو د
خلکو باوراو اعتماد په اسالمي بانکونو رامنځته شي .چې دا الره ډېره مؤثره ده تر څو خلک په
.1حلالره :مخکې هم یادونه شوې ده چې د افغانستان تقریباً ۱۴سلنه نفوس په اطرافي سیمو کې
اوسېږي او پاتې ۱۴سلنه یې په ښاري سیمو کې ژوند کوي ،او د اسالمي بانکونو اکثره څانګې د
والیتونو په مرکزونو کې دي ،نو په اوږد مهال کې اسالمي بانکونه کوالی شي او باید په دې کار
وکړي چې د امکاناتو په درلودلو او په هغه سیمو کې چې دوی هلته د خپلې څانګې پرانیستل
غواړی ،د کافي تقاضا) (Demandپه درلودلو سره خپلې څانګې هلته (اطرافی سیمو) کې پرانیزي
18
.2حلالره :همدارنګه هغه خلک چې په اطرافي سیمو کې اوسېږي او انټرنیټ ته السرسی او امکانات
ولري ،نو اسالمي بانکونه په دغه شرط کوالی شي خلکو ته په ) (Onlineبڼه د اسالمي بانکدارۍ
خدمات وړاندې کړي؛ چې په دې سره هغه خلک چې په اطرافو کې اوسیږي کوالی شي په
.1حلالره :مونږ مخکې یادونه وکړه چې په افغانستان کې د اکثره خلکو ذهنیتونه د اسالمي
بانکدارۍ په وړاندې منفي دي ،نو د دې ستونزې د حل لپاره اسالمي بانکونه باید خپل مالي
راپورونه ) (Financial statementsد خلکو سره شریک کړي ،تر څو خلک پوه شي چې د دوی
پیسې په کومو ځایونو کې مصرفيږي؟ په کومو ځایونو کې سرمایه ګذاري کېږي؟ او داسې نور.
په دې توګه کېدالی شي د خلکو ذهنیتونه له منفي څخه مثبت ته واړول شي.
.2حلالره :همدارنګه دوی کوالی شي د هغو خلکو سره چې په ټولنه کې نفوذ لري ،خلک یې خبرو
ته غوږ نیسي ،احترام ورته لري او خبرې یې له پامه نه غورځوي؛ چې په دې ډله خلکو کې علماء
کرام ،قومي مشران ،مخور خلک او نور راځي .اسالمي بانکونه کوالی شي د دوی له طریقه په
19
د څلورمې ستونزې حلالرې:
.1حلالره :په افغانې ټولنه کې اکثره خلک د اسالمي بانکدارۍ تولیداتو او خدماتو ،د هغې د
شرایطو او اصولو اړوند معلومات نه لري ،چې په دې ډله کې ممکن د عوامو تر څنګ پوه اشخاص
هم واوسي.
نو اسالمي بانکونه د دې ستونزې د حل لپاره د خپلو تولیداتو (مشارکت ،مضاربت ،مرابحه ،سلم،
نزولي مشارکت او نور دې) اړوند د هر تولید لپاره لنډ ویډیوي کلیپونه جوړ کړي ،چې په هغې
کې د دغه تولید پېژندنه ،شرایط او اړوند یې نور معلومات ځای پر ځای شوي وي .او بیا د رسنیو
له الرې د عام ولس سره شریک شي نو دا کېدالی شي د دې ستونزې د حل په موخه ډېر مؤثر
تمام شي او په دې ډول به خلک دا معلومات السته راوړي چې اسالمي بانکونه کوم خدمات سرته
رسوي ،شرایط او ځانګړتیاوي يې کومې دي او اسالمي بانکداري ورڅخه څه ډول استفاده کوي.
.2حلالره :همدارنګه اسالمي بانکونه کوالی شي ،د ټولنیزو رسنیو ( فیسبوک ،ټویټر او )...یا
همداراز د تلویزیون او راډيو (خلک په اطرافي سیمو کې اوس هم له راډيو څخه استفاده کوي)
له الرې ځانته اعالنات ) (Adsوکړي .د دې تر څنګ دوی کوالی شي له بینرونو له الرې د اسالمي
بانکونو لپاره اعالنات وکړي ،نو دا هم یوه الره ده تر څو د خلکو د پوهاوي په برخه کې مؤثره تمامه
شي.
.1حلالره :په اسالمي بانکدارۍ کې په کافي اندازه د متخصصینو یا پوهو اشخاصو نشتون داسې
ستونزه ده چې په لنډ مهال کې حل شي ،خو اسالمي بانکونه کوالی شي د لنډ مهال لپاره له
20
نورو اسالمي هېوادونو څخه متخصصین راولي تر څو په لنډ مهال کې دغه مشکل رفع کړي .په
اوږد مهال کې د دغې ستونزې د حل لپاره دولت باید په اقتصاد پوهنځیو کې د اسالمي بانکدارۍ
څانګې رامنخته کړي او یا هم د اسالمي اقتصاد پوهنتون جوړ کړي تر څو پکې متخصص افراد
وروزل شي او په اسالمي بانکونو په کافي اندازه د متخصصو او پوهو اشخاصو د نشتون ستونزه
.1د اسالمي بانکدارۍ په برخه د قانون د نشتون د ستونزې د حل لپاره باید داسې یو قانون جوړ
شي ،چې هم د اسالم سره برابر وي او هم IMFته د منلو وړ وي .ځکه که دغه قانون IMFته د
منلو وړ نه وي ،نو بیا به مرکزي بانک د بندیزونو سره مخ کړي چې دا کار د افغانۍ په ثبات
.1دا چې د اقتصاد پوهنځيو کې د اسالمي بانکدارۍ څانګې نشته ،نو د لوړو زده کړو وزارت باید د
اقتصاد پوهنځيو کې د اسالمي بانکدارۍ یا هم د اسالمي اقتصاد څانګې رامنځته کړي ،تر څو
له دې الرې څخه د اسالمي بانکدارۍ لپاره متخصص کدرونه وروزل شي چې دا به د اسالمي
بانکدارۍ په پرمختګ مستقیم اغیز ولري او د اسالمي بانکدارۍ پرمختګ به چټک شي.
21
د اتمې ستونزې حلالره:
.1څرنګه چې بانکونه (اسالمي بانکونه) د قرض په بدل کې تضمین غواړي او په افغانستان اکثره
وګړي د قرض په بدل کې قبالې د تضمین په توګه بانکونو ته ورکوي ،او مونږ مخکې یادونه وکړه
چې دلته اکثره قبالې عرفي دي ،نو دولت باید د دې ستونزې د حل لپاره ټولې عرفي قبالې په
شرعي قبالو بدلې کړي او دغه پروسه باید ډېره چټکه پر مخ یوړل شي تر څو د اسالمي بانکونو
22
پنځم فصل
مناقشه او نتیجه ګیري
مناقشه:
دا څېړنه چې په افغانستان کې د اسالمي بانکدارۍ ستونزې او حلالرې تر عنوان الندې تر سره شوې
ده ،په دې څېړنه کې د لومړی الس معلوماتو څخه استفاده شوې ده ،چې معلومات یې د مرکو له الرې
راټول شوي دي .د دې څېړنې په نتیجه کې په افغانستان کې د اسالمۍ بانکدارۍ ( ) ستونزې او ورته
هغه څېړنه چې Hossien Meisamyاو Hassan F. Gholifourپه ( )۹۴۹۴م کال کې تر سره کړې ده،
پکې یې د هغو خطرونو یادونه کړېده چې په ایران کې اسالمې بانکداري ورسره مخ کېږي ،د څېړنې په
نتیجه کې چې کومې ستونزې برسېره شوي دي زمونږ د څېړنې د نتیجې سره کامالً تفاوت لري ،یعنې
هغه ستونزې چې په دغه څېړنه کې معلومې شوي دي زمونږ د څېړنې له مخې له دغو ستونزو څخه هیڅ
همدارنګه هغه څېړنه چې زینب ادریس په ( )۹۴۱۱م کال کې په نایجریا کې تر سره کړې ده ،په کې یې
د هغه خطرونو یادونه کړې ده ،چې په نایجیریا کې اسالمي بانکداري ورسره مخ ده .د څېړنې د نتیجې
له مخې هغه خطرونه په ډاګه شوي چې په نایجیریا کې اسالمي بانکداري ورسره مخ ده ،زمونږ د څېړنې
له مخې چې کومې ستونزې په ډاګه شوي دي ،د اسالمي بانکدارۍ اړوند د خلکو ناپوهې هغه ستونزه
ده چې د زینب ادریس د څېړنې په اساس په نایجیریا کې هم اسالمي بانکداري ورسره مخ ده ،یعنې
23
همدارنګه کومه څېړنه چې Chaidir Iswanajiپه ( )۹۴۱۸م کال په اندونیزیا کې تر سره کړې ده او د
نتیجې له مخې یې هغه ستونزې مونږ ته ښایي چې په اندونیزیا کې اسالمي بانکداري ورسره مخ ده .د
دغه څېړنې په اساس د وړ بشري منابعو کمی ( د متخصصو کدرونو کمی) او د اسالمي بانکدارۍ اړوند د
خلکو د پوهې کموالی دوه هغه ستونزې دي چې زمونږ د څېړنې په اساس په افغانستان کې هم اسالمي
بانکداري د دغه ستونزو سره مخ ده یا په بل عبارت مونږ ویالی شو چې دغه دوه ستونزې د څېړنو د
د دې تر څنګ بله څېړنه چې محمد سلیم سلیم په ( )۹۴۹۴م کال کې تر سره کړې ده ،په دغه څېړنه
کې یو شمیر هغه عوامل چې په افغانستان کې د اسالمي بانکدارۍ د تاسیس د خنډ المل شوي وو ،د
دې څېړنې د نتیجې له مخې ویالی شو چې د عوامو کم معلومات او د متخصصو کدرونو نشتوالی هغه
همدارنګه بله څېړنه چې Salman ahmad shaikhپه ()۹۴۱۹م کال کې تر سره کړې ده ،په څېړنه کې
د ګواښونو او فرصتونو اړوند تحلیل تر سره شوی دی .په دغه څېړنه کې ټول موجوده ګواښونه او ستونزې
زمونږ د څېړنې د نتیجو سره په پرتله تفاوت لري او د دواړو څېړنو د پایلو تر منځ کومه مشترکه ستونزه
نشته.
ورسره بله څېړنه چې Samia benaziezاو Rusni Hassanتر سره کړې ده ،دوی په خپله څېړنه کې هغه
ستونزې په ګوته کړې دي ،چې په کاناډا کې اسالمي مالي بنسټونه ورسره مخ دي ،په دغه څېړنه کې د
ټولو یادو شوو ستونزو تر منځ داسې ستونزه نشته چې زمونږ د څېړنو د پایلو سره ورته والی ولري.
24
یوه بله لیکنه چې Jusupova liliya Mirgaziyanovnaاو Kokh Igor Anatolyevichپه (۹۴۱۸م) کال
کې تر سره کړې ده ،دوی په خپله لیکنه کې د اسالمي بانکدارۍ اړوند د یو شمیر مشکالتو یادونه کړې
ده ،په لیکنه د بانکدارۍ تکنالوژي د یوې ننګونې په توګه یاده شوې ده چې هدف ورڅخه دا دی چې
اسالمي بانکداري باید په یو داسې مارکیټ کې رقابت وکړي چې په پراخه توګه د پیچلو ټکنالوژیکي
بانکداري تولیدات څخه استفاده کوي ،د دې تر څنګ په دغه لیکنه کې داسې ستونزه نشته چې زمونږ
دوکتور مصطفی نیازي په ( )۹۴۱۱م کال په خپل کتاب (د بانکدارۍ مقایسوي حقوق) کې د اسالمي
بانکدارۍ نیمګړتیاوې ذکر کړي دي ،چې د رسنیو او میډيا په ډګر کې د اسالمي بانکونو تقصیر یې هم
پکې ذکر کړی دي ،چې د دې یادونه مونږ هم په لږ تفاوت په څېړنه کې کړې ده ،داسې چې اسالمي
بانکونه باید د رسنیو له الرې د خپلو تولیداتو اړوند اشتهارات تر سره کړي ،تر څو د اسالمي بانکونو
اړوند د عوامو په پوهه باندې مثبت تاثیر ولري.
25
نتیجه ګیري:
څرنګه چې اسالم یو کامل او شامل دين دی او د ژوندانه ټولو اړخونو ته په هر وخت کې شاملیږي ،هرې
ستونزې ته په هر وخت او هر ځای کې جواب وایي .په اسالم کې د بشر د دواړو جهانونو کامیابي نغښتې
ده ،نو په همدې اساس د اسالم مبارک دین د انسانانو د ژوند د تنظیم لپاره د ژوندانه په ټولو برخو کې
داسې قوانین وضع کړي چې د انسانانو سیاسي ،اخالفي ،عبادتي ،ټولنیز ،اقتصادي او د ژوند نور اړخونه
تنظیموي .اسالمي بانکداري چې د اسالمي اقتصاد یوه برخه ده او د مروجې (سودي) بانکدارۍ لپاره یو
ښه بدیل دی؛ او خپل ټول فعالیتونه د اسالمي شریعت د اصولو په رڼا کې تر سره کوي ،اسالمي بانکداري
له یوې خوا ټولنه د سود څخه پاکوي کوم چې په ټولنه کې طبقاتي سیستم رامنځته کوي همدارنګه
سود د ډېرو بدبختیو د ارمنځته کېدو باعث کيږي .له بلې خوا اسالمي بانکداري یو داسې بانکي نظام
دی چې ټولو بانکي ضرورتونو او غوښتنو ته ځواب وایي .دا چې په افغانستان کې اسالمي بانکداري نوې
ده او هم له سودي بانکدارۍ څخه وروسته رامنځته شوې ده .له بلې خوا په اوسني وخت کې په نړۍ
مختلط اقتصادي نظام مسلط دی ،نو یو لړ ستونزې او مشکالت شته چې په افغانستان کې اسالمي
بانکداري ورسره مخ ده او په افغانستان کې یې د اسالمي بانکدارۍ د رشد په وړاندې خنډونه جوړ کړي
دي چې په څېړنه کې یادې ستونزې او حلالرې یې په تفصیل سره ذکر شوي .اسالمي بانکونه د یو هېواد
د څېړنې محدودیتونه:
26
وړاندیزونه:
.1د افغانستان دولت باید په هېواد کې شته بانکي نظام د یوې پالیسۍ په رامنځته کولو سره په
.2د لوړو زده کړو وزارت باید د افغانستان په اقتصاد پوهنځیو کې د اسالمي بانکدارۍ څانګې
رامنځته کړي.
.3د افغانستان د ټولو پوهنتونونو د اقتصاد پوهنځیو محترم استادان باید محصلینو ته د اسالمي
.4د امر باالمعروف وزارت باید د اسالمي بانکدارۍ په وړاندې د خلکو د تشویق لپاره او د شتمنۍ
27
(References( ماخذونه
یار خپرندویه ټولنه، ننګرهار، د بانکدارۍ مقایسوي حقوق.)۹۴۱۱( دوکتور مصطفی، نیازی.1
محزن الکتب، پېښور، د اسالم په رڼا کې معاصر بانکي مسایل. دوکتور مصطفی، نیازی.2
القلم د ژباړې او څېړنې خپرندویه، د معاصر اسالمي اقتصاد پېژندنه.)۹۴۴۲( بشیرالله، نجیمي.3
اداره
Factors delaying the establishment of Islamic banking .)۹۴۹۴( محمد سلیم، سلیم.8
system in Afghanistan
28