You are on page 1of 2

‫حواس ) ‪ : ( Senses‬حواس د حس جمع ده ‪ ،‬او د حسي غړو په واسطه د چاپیریییال د‬

‫اغیزو د درک کولو څخه عبارت ده ‪.‬‬


‫عمییده او مهییم حییواس عبییارت دي لییه ‪ :‬لیییدل ) ‪ ( Vision‬د سییترګو پییه واسییطه ‪ ،‬اوریییدل )‬
‫‪ ( Hearing‬د غوږونو په واسطه ‪ ،‬بوی کول ) ‪ ( Smelling‬د پییوزې پییه واسیطه ‪ ،‬څکیل یییا‬
‫‌ذایقه ) ‪ ( Taste‬په ژبې سره ‪ ،‬او لمس کول یا تماس پیداکول ) ‪ ( Touch‬چې د پوسییتکي پییه‬
‫وسیله ترسره کیږي ‪.‬‬
‫همدارنګه انسانان د نورو شپږ قسمه حواسو درلودونکي دي چې عبارت دي له ‪ :‬د درد حییس‬
‫) ‪ ، ( Nociception‬د تولې حس ) ‪ ، ( Balance‬د تودوخې حییس ) ‪ ( Thermoception‬د‬
‫بندونو د خوځښت حس )‪ ، ( Kinesthesia‬د وخت حس ) ‪ ( Sense of time‬او د لوري د‬
‫پیدا کولو حس ) ‪. ( Magnetoction‬‬
‫‪ -‬لیییدل د سییترګو او دمییاغ د هغییې توانییایي څخییه عبییارت دي چییې دهغییه پییه وسیییله‬
‫الکترومقناطسي څپې درک او د یوه تصویر په شکل ولیدل شییي ‪.‬د لیییدلو عملیییه د ر ڼا او‬
‫روښنایي په شته والي کښې تر سره کیږي ‪ ،‬د ژوو له ډلې څخه د پیشو د لیدلو حس ډیییر‬
‫قوي دی ‪ ،‬د دې حس نه شتوالی د ړندوالي په نوم یادیږي ‪.‬‬
‫‪ -‬اوریییدل د صییوتي امواجییو د درک کولییو څخییه عبییارت دي ‪ ،‬پییه انسییانانو ک ښې نییازک‬
‫ویښتان چې په د ننني غوږ کښې موقعیت لري د اوریدلو سره مرسته کوي ‪ ،‬کوم چې د‬
‫اتموسفیر د فشار د بدلون په اثر را مینځته شوي غشایي لړزې حس کییوي ‪ .‬غییوږونه هغییه‬
‫څپې چې د ‪ ۲۰‬څخه تر ‪ ۲۰۰۰۰‬هرتییزه پییورې وي حییس کییولی شییي ‪ ،‬او د دې حییس نییه‬
‫شتوالی د کوڼوالي په نوم یادیږي ‪.‬‬
‫‪ -‬بوي کول یو کیمیاوي حس ده ‪ ،‬چې د حسي آخذو یه واسطه ترسره کی یږي ‪ ،‬پییه سییلهاوو‬
‫شمیر سره د بوي آخذې شته ‪ ،‬چې هره یوه یې د ځانګړو موادو سره اړیکه جوړوي او د‬
‫مختلفو موادو د تشخیص کیدلو لمل ګرځي ‪ ،‬د ژوو له ډلې څخیه د سییپي او لیییوه د بییوي‬
‫حس ډیر قوي دی او هغه هم په دې ډول چې د سپویو د بوي حس د انسانانو په پرتلییه لییس‬
‫چنده او د لیوه د بوي حس د سپي په پرتله لس چنده قوي دی ‪ .‬حشرات د خپل انتن له پاسه‬
‫د بوي رسپتورونه لري ‪ ،‬د بوي د حس نه شتوالی د ‪ Anosmia‬په نوم یادیږي ‪.‬‬
‫‪ -‬څکل د ژبې په وسیله د کیمیییاوي مییوادو د خونیید د احسییاس کولییو څخییه عبییارت دي ‪ ،‬د‬
‫څکلو په اثر کم له کمه څلور نوعه ذایقې د هغو زخو ) ‪ ( Papilla‬پییه وسیییله چیې د ژبیې‬
‫لپاسه پرتې دي درک کیږي ‪ ،‬چې هر یو یې د ژبې لپاسه یییو ځانګړی مییوقعیت لییري او‬
‫عبارت دي له ‪:‬‬
‫خواږه ) ‪ ، ( Sweet‬ترخه ) ‪ ، ( Bitter‬ترش ) ‪ ، ( Sour‬او مالګین ) ‪ ( Salty‬څخه ‪.‬‬
‫د ذایقې پنځم حس چې د ‪ Umami‬په نوم یادیږي ‪ ،‬چې د لومړي ځل لپییاره پییه کییال ‪۱۹۰۸‬م‬
‫کښې د یوې تیورۍ په شکل وړاندیز شیوه ‪ ،‬او پیه کیال ‪۲۰۰۰‬م ک ښې تثیبیت شیوه ‪ ،‬چیې د‬
‫ګلوتامیک اسید د مزې د حس کولو څخه عبارت ده ‪ ،‬چې په غوښه او یو تعداد نورو موادو‬
‫کښې شتون لري ‪.‬‬
‫‪ -‬لمس کول یا تماس پیدا کول د یو میخانیکي حس څخه عبارت دی ‪ ،‬چې په عمییومي ډول‬
‫د پوستکي په واسطه ترسره کیږي ‪ .‬په پوستکي کښې د اعصابو یو زیییات شییمیر نهایییات‬
‫شته والی لري ‪ ،‬چې د چاپیریال د فشار په مقابل کښې عکس العمل ښیي ‪.‬‬
‫‪ -‬په پخوا وختونو کښې د درد د حس په اړه داسې فکر کیده چیې د درد حییس د تمییاس پییه‬
‫رسپتورونو باندې د زیات فشار راتلو په نتیجه کښې رامینځته کیږي ‪ ،‬م ګر پییه ‪۲۰۰۰‬م‬
‫کال کښې ثابته شوه چې درد یو جدا حس دی ‪ ،‬چې لییه نیورو حواسیو سیره نییژدې اړیکییه‬
‫لري او د پوستکي ‪ ،‬احشاؤو او هډوکو او بندونو د رسپتورونو په واسطه درک کیږی ‪.‬‬
‫‪ -‬د تولې حس یا ‪ Vestibular sense‬په یییو ژونییدي موجییود ک ښې د لییوري او د بییدن د‬
‫خوځښتونو د درک کولییو څخیه عبییارت ده ‪ ،‬دا حییس د ‪ Vestibular labyrinthine‬پییه‬
‫واسییطه چییې پییه د نننییي غییوږ ک ښې پییروت دی درک کیییږی ‪ ،‬او دهلیییزي عصییب )‬
‫‪ ( Vestibular nerve‬د درې نیم دایروي کانالونو له لرې معلومات دماغ تییه لییږدوي ‪،‬‬
‫په حقیقت کښې دا غړی د دوه حواسو د درک کولو دنده په غاړه لري ‪ ،‬چې د ‪Angular‬‬
‫‪ momentum‬او ‪ Linear acceleration‬څخییه عبییارت دي ‪ ،‬چییې دواړه پییه ګډه د‬
‫‪ Equilibrioception‬په نوم یادیږي ‪.‬‬
‫‪ -‬د تودوخې حس ‪ Thermoception‬د ګرموالي او یخوالي د احساس کولو څخه عبارت‬
‫ده ‪ ،‬چې د پوستکي د ځانګړو رسپتورونو په واسطه ترسره کیږی ‪ ،‬د ویلیو وړ ده چیې د‬
‫یخنۍ او ګرمۍ آخذې یو له بل څخه جدا او هییر یییو ییې بیلبیییل جو ړښت لییري او نییوم‬
‫ایښودنه یې د ورسپارل شوې دندې په اساس ترسره شوې ده ‪.‬‬
‫‪ -‬بل حس د ‪ Kinesthetic‬یا ‪ Proproiception‬څخییه عبییارت دی ‪ ،‬چ یې د دې حییس پییه‬
‫واسطه د بدن د غړو موقعیت درک کولی شو ‪ ،‬د بیلګې په ډول یییوه کییس تییه ویییل کییږي‬
‫چې خپلې سترګې پټې او د خپلې ګوتې څوکه پوزې ته وروړي ‪.‬‬

You might also like