You are on page 1of 1

‫جاردیازس ) ‪( Giardiasis‬‬

‫له یوې پروتوزوایي ناروغۍ څخه عبارت ده ‪ ،‬چې په انسانانو کښې اسهالت‬
‫رامینځته کوي ‪.‬‬
‫د دې ناروغۍ لمل د جاردیا پرازیت دی ‪ ،‬چې کوچنۍ کولمې مصابوي او له‬
‫همدې امله د ا ناروغۍ د اثناعشر د جاردیا ) ‪، ( Giardia duodenalis‬‬
‫جاردیالمبلیا ) ‪ ( Giardia lamblia‬او د کولمو د جاردیا ) ‪Giardia‬‬
‫‪ ( intestinalis‬په نومونو هم یادیږي ‪.‬‬
‫دا پرازیت د ککړو اوبو او خوراکي توکو له لرې انسانانو ته سرایت کوي ‪ ،‬کله‬
‫چې هضمي جهاز ته داخل شي نو خپل ځان د اثناعشر د مخاطي پردې سره‬
‫نښلوي ‪ ،‬او د کولمو د مخاط څخه ګټه اخلي ‪ ،‬چې په پایله کښې د کولمو‬
‫التهاب ‪ ،‬حاد اسهال ‪ ،‬مزمن اسهال ‪ ،‬او د جذب د خرابوالي د سندروم لمل‬
‫ګرځي ‪.‬‬
‫د ناروغۍ د تفریح دوره ‪ ۱-۳‬هفتې ده ‪ ،‬اعراض او علیم یې د اسهال او وزن د‬
‫ضایع کیدلو څخه عبارت دي ‪ ،‬چې د خیټې د انتفاخ ) پړسوب ( ‪ ،‬زړه بدوالي ‪،‬‬
‫بې اشتهایي او د نامه د ناحیې د کرمپونو سره یوځای وي ‪ ،‬او په غایطه موادو‬
‫کښې مخاط لیدل کیږي ‪.‬‬
‫د ناروغۍ حاده بڼه تر څلورو ورځو پورې دوام کوي ‪ ،‬خو په تحت الحاد او‬
‫مزمن شکل کښې د قندونو ‪ ،‬غوړو او په غوړو کښې د منحلو ویتامینونو د جذب‬
‫د خرابوالي سندروم رامینځته کیږي ‪ ،‬او له نیمایي څخه زیات ناروغان د شحمي‬
‫تغوط یا ‪ Steatorrhea‬درلودونکي وي ‪.‬‬
‫د ناروغۍ تشخیص د کلینیکي لوحې ‪ ،‬فزیکي او لبراتواري پلټنو له مخې‬
‫صورت نیسي او په غایطه موادو کښې د جاردیا د کیست یا تروفوزویت په پیدا‬
‫کولو سره تشخیص قطعي کیږي ‪.‬‬
‫د جاردیازس انتخابي درملنه د میترونیدازول په واسطه ترسره کیږي ‪ ،‬چې له‬
‫‪ ٪۹۰‬څخه په زیاتو پیښو کښې د قناعت وړ پایلې رامینځته کوي ‪ ،‬همدارنګه د‬
‫‪ Furazolidone ، Mepacrine ، Secnidazole ، Albendazole‬او‬
‫‪ Tindazole‬څخه هم ګټه اخیستل کیدلی شي ‪.‬‬
‫د جاردیازس څخه د ژغورنې په خاطر باید هغه ناروغ کسان چې د انتان منبع بلل‬
‫کیږي هر څومره زر چې ممکنه وي تر درملنې لندې ونیول شي ‪ ،‬او د غذاء‬
‫خوړلو او اوبو څښلو په وخت کښې دې د دوﺉ د صحي والي ) پاکوالي ( په‬
‫برخه کښې دقت وشي ‪.‬‬

You might also like