Professional Documents
Culture Documents
دهوا دککړتیا
ادامه
بینوا دلوړزده کړو موسسه
دانجنیري پوهنځۍ
استاد :غالم مصطفی ذهین
دهوا ماهیت
هوادژوند توښه ده او دهغې ضرورت او اړتیا داوبو او غذا څخه زیاته ده.
دهوا داهمیت په هکله همدومره بس ده چې انسان کوالی شي دغذاپرته څو
هفتې (تقریباً پنځه هفتې) او داوبو پرته څوورځې (تقریباً څلور ورځې) په معتدله
اب او هواکې ژوند وکړي ،ولې دهوا پرته زیات له څو دقیقو نه شي کوالی ژوندی
پاتې شي.
دهوا ګرموالی او سوړ والی ،رطوبت او حرکت یې دباد په شکل وي ،چې دجوي
اثارو اصلي عوامل دي.
دهوا دککړتیا تاریخچه
په پخوا وختونوکې دښارونو ککړتیا په کوڅو اوسرکونوکې دخس او خاشاک شته
والی وو الکن نن ورځ دهوا ککړتیا په زیاته اندازه زیان راوړونکې او نامطبوع ده،په
داسې حال کې چې هیڅ یو کس هغه زیانونه چې دخس او خاشاک اچولو څخه
په الرو او یا دسرکونو په ویالو کې اچوي نه یادوي،هیڅوک نه غواړي چې په جدي
ډول په دې پوه شي چې داور په بلولو ،دموټرپه چاالنولو دیوداسې خطا عمل
مرتکب کیږي چې دنږدې خلکو روغتیا په خطر کې اچوي
هیڅوک دککړتیا په رابطه خپل ځان مسؤل نه بولي اونور مالمت ګڼي.
دغه خبرتیاوې په ورځپاڼو ،درادیو او تلویزیون په پروګرامونو او ددولت دمسؤلینو په
خبرو کې بار بار تکراریږي.
دضرورت وړ هوایو له مهمو خصوصیاتو څخه دهغې پاکي ده .دتېرو زمانو څخه دهوا
دپاکي او نظافت دتوجه وړ دی .دمثال په توګه:
صقراط پاکه هوا دعمومي صحت تر ټولو مهم او مؤثراصل پېژانده.
یو مشهور عالم ابو علي سینا په هواکې دګرد او غبار شته والی دعمر دکموالي
(لنډوالي) یو له مهمو عواملو څخه باله.
الماني ډاکټرانو په ۱۵او ۱۶پېړیو کې هم دهوا دپاکوالي موضوع ته ډېره زیاته
پاملرنه درلوده.
په ۱۸۴۷کال کې الماني حکیم او عالم پتن کوفر عمومي روغتیا دهوا په پاکوالي
کې پېژانده او هغه ته یې خاصه پاملرنه کوله اوهغه یې دانسان دژوند لپاره ترټولو
ضروري ضرورت او اړتیا بلله.
هوا په پرلپسې ډول دانساني فعالیتونو په پایله کې ککړیږي.
دهوا ککړتیا یو نوی مطلب نه دی ،لرګي ،ځنګلونه سوځېدل ،اتشفشانونه ،کورنۍ
سوزیدنې یا بد بویونه چې دحیواناتو دجسدونو دورستېدو څخه او دنباتاتو پاتې
شونې ،همېشه دهوا دککړتیا سبب کېږي چې دانسان لپاره مزاحمت کوي ،او
حتی په ځینو مواردو کې وژونکې هم ده الکن دککړتیا مقدار ،عموماً دتوجه وړ او
محسوس نه دی ،ځکه طبیعت په خپل سر هوا تصفیه کوي.
ککړتیا له هغه وخته محسوس شوه چې انسان دثابتو ټولنو په شکل په مختلفو
نقطو کې ژوند غوره کړ.
ولې هیڅکله ککړتیا به دې شکل چې زمونږ په پېړۍ کې دهغې سره مخامخ یو نه
ده مطرح شوې.
نن دجمعیت چټک زیاتوالی او دهغه تراکم دنړۍ په مختلفو برخو کې ،دصنایعو
دتراکم په نتیجه کې دمختلفو منابعو څخه زیاته ګټه اخېستنه چې دهوا دککړتیا
عامل دی او دهغې حد څخه زیات دی کوم چې طبیعت وکوالی شي تصفیه یې
کړی.
په واقیعت کې دهوا ککړتیا په نني شکل سره یوه داسې پدیده ده چې
دمډرن ژوند څخه رامنځته شوېده ،چې په تاسف سره انسان یې
دهوادککړتیا دستونزې سره مخامخ کړیدی ،چې دسیمه ایز اومنطقي
ژوند څخه خارج،بلکه سیاسي سرحدونو څخه یې عبور کړیدی اونړیوال
اهمیت یې ځانته نیولی دی.
داسې وړاندوینه شوېده چې دنړۍ نفوس تر ۲۰۰۰کال پورې نسبت
۱۹۷۰م کال ته سل په سلو کې زیاتوالی کړیدی .که دهوا ککړ کوونکي
مواد کنترول نه شي دهوا ککړتیا به ۳۰۰په ۱۰۰کې زیاتوالی وکړي.
دښارونو په پراخوالي او نفوسو په زیاتوالي سره او دهوا دککړتیا دکنټرول
نشتوالی په تدریج سره دهوا دککړ کوونکو موادو غلظت زیاتیږي او
داسې وخت به راورسېږی چې دهوا ککړتیا به دومره زیاته شي چې
هوا به نوره دتنفس وړ نه وي ،او داستر ناورین دی.
دموضوع اهمیت ته په پاملرنې سره دهوا دککړتیا دکنټرول لزوم.
یونسکو او دهوا پېژندنې نړیوال سازمان ،چاپېریال ساتنې نړیوال صحي سازمان دیو
شمېر نورو مؤسسو په همکارۍ سره په ځینو لویو ښارونو کې دهوا دککړونکو
موادو پر غلظت د دوامداره څارنې لپاره یو لړ فعالیتونه سرته رسولي دي.
په عمومي ډول ددې ډول بین المللي اقداماتو هدف دادی :دهواپرکیفیت باندې
کنټرول اونظارت ،دهوا دککړتیا دحرکت سنجش دارزیابۍ لپاره چې په نتیجه کې
دهغه کنټرول دی.
په سیمه ایزه او منطقوي سطحو هم یو لړ پراخ کارونه شروع شویدي ،دملګرو
ملتونو دسازمان دارقامو له مخې د ۱۹۷۱کال ترسپتامبر پورې دهوا دککړتیا پر ضد
دمبارزې مقررات دنړۍ په ۳۸هېوادونو کې دهوا دککړتیا دمخنیوي په خاطر قوانین
تدوین شوي دي .اګر چې دځینو هېوادو لکه انګلستان دداسې قانونګذارۍ اوږده
سابقه لري .ولې په زیاتو مواردو کې دغه اقدامات په اخیرو کلونو کې سرته
رسېدلي دي .تقریباً په سلو کې ۹۰دهوا دککړتیا ضد ملي قوانین په همدې کلونو
کې تدوین شويدي.
دهوادککړتیا مسئلې ته په وروستیو کلونو کې توجه شوېده .کوالی شو چې ډاډه
شو چې دهوا ککړتیا به په تدریج سره کموالی وکړي یا به یې اندازه حداقل حد ته
راښکته شي ترڅو هغه زیانونه چې له هغه څخه رامنځته کېږي ممکنه حد اقل
حدته کم کړل شي.
ځینې ماهرین او کارپېژندونکي په دې عقیده دي چې ویل کېږي چې تهران ددنیا
دډېرو ککړو ښارونو څخه دی چې دتهران اوسېدونکي په ځانګړي توګه ماشومان د
ډېرو زیاتو راز راز ناروغیو لکه دسږو انسداد ،مزمن ،برنشیت او دسږو سرطان او
رواني ناروغۍ سره مخامخ دي چې ډېر زیات یې په نارینه و کې معمول دي .چې
دغه ټولې ناروغۍ دککړې هوا څخه اغېزمنې کېږي .دایو حقیقت دی ځکه چې یو
ښار چې له دریو خواو څخه دالبرز غرونو احاطه کړیدی په یوه ورځ کې د ۵۲۰۰ټنه
سلفر اکسایډ ۱۹۰ ،ټنه معلق ذرات او پنځه تنه سرب په هواکې خپریږي .دغه
ککړکونکي مواد ترزیات وخت پورې دښار په سطحه او دانسانانو په تنفسي فضا
کې باقي پاتې کېږي.
ټول دغه ککړکوونکي مواد څو ځلې دستندرد څخه تېرشويدي .دمثال په ډول په
ځینو ورځو کې کاربن مونو اکساید 50ppmته رسېږي
په داسې حال کې چې دکاربن مونو اکساید دستندرد ترټولو لوړحد 9ppmدی.
اوس سوال مطرح کېږي چې ایا ددغه خطرناک او وحشتناک حالت څخه دنجات او
خالصو ن الر شته؟ په راتلونکو فصلو نو کې به ددغه حل الرې مطالعه کړو.
دهوا دککړتیا نښې او علتونه
.1دګل خانه یي دود نښانې
.2دذراتو ککړتیا او دوړانګو زیاتوالی
.3تېزابي باران
.4دځمکې په سطحه کې داوزون دغلظت زیاتېدل
.5دنایتروجن اکساید دسطحې زیاتوالی
دککړتیا مختلفې مرحلې
.1د خبرتیا مرحله :دهغې مرحلې څخه عبارت ده چې د هواککړتیا داسې حد ته
رسېدلې وي چې باید د کنټرول لومړنۍ مرحله شروع شي.
.2داخطار مرحله:هغه مرحله ده چې ښیي د هوا ککړتیا په هغه اندازه مخ په
زياتېدو ده چې باید جدي کنترول شي.
.3د اضطرار مرحله :هغه مرحله ده چې ښیي د ککړې هوا کیفیت مخ په خرابېدو
دی او هغه حد ته رسېدلی وي چې بعدي خطرونه يې دانسان روغتیا ته
حتمي وي .باید هراړخیز ،چټګ او پراخ اقدامات د ټولو اختیاراتو سره ترسره
شی.
دنړۍ په مختلفو هېوادونو کې هغه اقدامات چې باید په هره مرحله کې ترسره
شي په قانون کې مشخص شویدي دساري په توګه داضطرار په مرحله کې دولت
د ټولو نقلیه وسایلو حرکت ممنوع اعالنوي.
دمهمو ککړوونکو ستانداردي غلظت
داظطرار داخطار دخبرتيا ستاندار
مرحله مرحله مرحله ککړوونکي
ppm ppm ppm ppm
45 30 15 9 CO
0.8 0.6 0.3 0.14 SO2
0.4 0.30 0.065 0.05 NO2
875 625 375 260 ځوړندې ذرې