Professional Documents
Culture Documents
1 1
2
3
4 اخالق طبابت ــ Medical Ethics
طب هغه علم دي چي دهغه په وسیله دانسان دبدن پر کیفیتونو پوهیږو او موخه یي درو غتیا او سالمتیا
ساتنه او دناروغتیا څخه وروغتیايي حالت ته دراګرځولو څخه عبارت ده.
داسالم دمبارک دین مشهور عالم او طبیب ابو علي ابن سینا دطبابت په اړه داسي ذکر کوي.
چي طب هغه مقدس مسلک دي چي ددي مسلک دترسره کولو لپاره تر څو دانسان دبدن پر کیفیتونو باندي
و پوهیږي.
5
نو یو وړ او حاذق طبیب (ډاکټر) باید:
نارو غي ښه ارزیابي کړي.
دنارو غي تاریخچه (دجسمي،روحي او ټولنیزو الملونو په ګډون يي) ښه وپیژني.
داړتیا په صورت کي ناروغ معاینه کړي
دناروغ البراتواري او متممه معاینات سرته ورسوي
ناروغ ته الزمي طبي توصيي او الرښوو ني وکړي
داړتیا په صورت کي دناروغ په درملنه پیل وکړي
دنارو غي ددرملني اړوند دناروغ نظر واخلي
داړتیا په صورت او دناروغ دګټو په پام کي نیولو سره یي بل ډاکټر ته واستوي
دناروغ او ټو لني ګټي په پام کي ونیسي
دناروغ ګټي له خپلو ګټو غوره وګڼي
6
لیدل کیږي چي دناروغ لنډه کتنه یوه مغلقه او پیچلي پروسه ده ،ددي پروسي دسر ته رسولو لپاره ډاکټر باید
ځیني پړاوونه ،طریقي ،اصول او ارزښتونه دخپل کار بنسټ وګرځوي.
چي په مجموعو کي یادو کړو وړو او ارزښتونو عملي کولو ته دطبابت اخالق ویل کیږي.
داسالم مبارک او مبین دین هم دطبابت اخالقو ته ځانګړي پاملرنه کړي او یو لوي ارزښت ورته قایل سوي دي.
7
4ـــ عدالت
8
په حقیقت کي داسالم په مبین دین کي دهر انسان په ژوند کي دیوه سرلیک په ډول یو اسالمي اصل بولي
چي عبارت دي له:
1 ــ دانسان دژوند ساتني او حرمت ته احترام چي هللا )ج( فرمايي :چاچي دیوه انسان ژوند وژغوره
داسي ده لکه چي د ټول انسانیت ژوند یي ژغورلي وي.
همدارنګه داسالم ستر پیغمبر )ص( فرمايي :مسلمان دمسلمان ورور دي نه ظلم پري کوي او نه يي
تحقيروي.
2ــ احسان کول هللا) ج( پدي هکله فرمایي :تاسو احسان وکړي ځکه چي
هللا )ج( احسان کو نکي خوښوي.
3ــ ضرر نه رسول مسلمان هغه څوک دي چي بل انسان دهغه دالس او دژبي له ضرره څخه محفوظ و ي.
4ــ عدالت پیغمبر (ص) پخپله دلوړو او غوره اخالقو خاوند وو هللا (ج) هغه مبارک سره دټو لو نیکو صفاتو تر
ټولو لومړي په غوره اخالقوستایلي دي.
او دنون سورت په پنځم ایت کي ورته داسي خطاب کوي.
بیشکه ته دنیکو اخالقو لرونکي يي همدارنګه پیغمبر (ص) دخپل بعثت موخه دغوره اخالقو تکمیل او ښوونه
ښيي.
10
دطبابت داخالقو له نظره افغانستان یو اسالمي او دابو علي سینا بلخي ټاټوبي او یو لرغوني هیواد دي زموږ په
خو تدریس يي دتخصصي ذده کړو په دوره او وروسته له هغو ډیر کم رنګه دي.
حال داچي دطبابت داخالقو ذده کړه او دهغه عملي کول په ټولو طبي ارزونو درملنه او طبي ذده کړو کي
دپوهنځیو څخه نیولي تر فارغیدو پوري او بیا دطبیب په ورځني ژوندانه کي باید په کار یو وړل سي.
11
په دي کي هیڅ شک نسته چي زموږ دهیواد ډاکټران د نوموړو ارزښتونو په اړه تقریبآ بشپړه پوهه لري.
خوددي لپاره چي دهیواد دډاکټرانو نوي تعهد داسالم دمبین دین په رڼا او دهغو ارزښتونو دژوندي ساتلو
لپاره چي ابو علي سینا بلخي معرفي کړي ولرو.
همدارنګه دطب دنني عصر دارزښتونو سره داشنايي او دروغتیايي خدمتونو دکیفیت دلوړولو په موخه
مو ددي الرښود په جوړلو الس پوري کړ.
12
اخالق داسالم دمقدس دین دمهمو او بنیادي اساساتو له جملي څخه دي.
که چيري داسالم تاریخ ته وګورو نو دپیغمبر(ص )صحابه کرامو او تابعینو سیرت څخه معلومه ده.
چي داسالم دمقدس دین د خپرولو مهمه وسیله اخالق وو دهمدي اخالقو له کبله دکفارو سخت زړونه نرم او
داسالم په دين مشرف سول.
مسلمان پرته له اخالقو کامل مسلمان نسي کیدالي نو په هر مسلمان فرد الزم دي چي دخوږ پیغمبر (ص)
اخالق په خپل ژوند کي عملي کړي.
13 داخالقو دعلم پیژندنه
داخالقو دعلم تعریفونه په مختلفو کتابو نو کي ډولډول سوي خو که چیري موږ ورته متوجه سو نو ټول یوشان معني
لري چي دلته به هم ورڅخه دځینو تعريفونو
یادونه وکړو.
1ــ اخالق )Ethics( :د Ethicsکليمه د یوناني کليمي څخه مشتق سوي ده چی د کرکټر( )Characterمعني
ورکوی .په اخالقي سلوک کي مهم عنصر پوهه او هغه کړني دي چی دفرد او ټولني د عامه ښیګڼي دپاره سرته
رسیږي او په اصطالح کي پردرستو کړنو باندي حاکمو اصولو او قواعدو ته ویل کیږي.
2ــ اخالق په ټولنیز ډول د بشري افرادو او ټولني د ټولو هغو ادابو،رواجونو ،قوانینو او قواعدو چي په ټولنه او
افرادو حکم فرماوي څخه عبارت دي.
14
5ــ اخالق په اصطالح کي هغه نفسي اموارات چي په اساني سره کار سرته رسوي پرته له فکر کو لو
څخه.
نفسي اموارات :په خپل نفس کي دهغه خواهشاتو ساتل دي چي په اساني له منځه نه ځي او نه
هیریږي.
15
اخالق پر دوه ډوله ویشل سوي دي
1ــ طبیعي اخالق(خلقي) :عبارت دهغه اصلي خلقت او کیفیت څخه دي چي دشخص په طبیعت او مزاج کي موجود
2ــ عادي اخالق(کسبي) :عبارت دهغو اخالقو څخه دي چي په ابتدا کي دانسان په اختیار کي وي خو د دوامداره
تمرین او تکرار له وجهي په عادت بدلیږي خو دتعلیم او تربیه په واسطه له منځه ځي (تغیر پکښي راځي)
16
اخالق داسالم له نظره
دقول،نیت او عمل دري سره مجموعي ته وايي په همدي اساس اخالقي انسان هغه څوک دي چي دځان او خو
او داسالمي اصولو مطابق خپل کردار او رفتار برابر کړي په خپلو نفسي خواهشاتو کنټرول ولري او خپل
1 ــ دسکون سبب ګرځي :داخالقي اصو لو رعايت کول دانسان دمعنوي شرافت سبب ګرځي او د نوموړۍ
شخص دفکر داراميدو او اطمينان سبب ګرځي او دفکري ازادي او امنيت احساس وربخښي.
2ــ دوظيفي دسرته رسولو سبب کيږي :داخالقي اصولو رعايت کول شخص ته دوظيفي سرته رسو لو
په وخت کي دايماني اووجداني قضاوت موقع ورکوي اودهيچاه څخه و يره او ترس نه لري.
18
3ــ دشخص دحفاظت سبب ګرځي :داخالقي اصولو رعايت کول ددي سبب ګرځي چي دشخص ابرو ځان او
اوهيچاه ته اجازه نه ورکوي چي د دي رازونه ښکاره کړي ځکه چي دي دچاه راز نه افشاه کويژبه يي
ترکنترول الندي ده دحق طرفداره وي اوحاضرنه وي چي دحق څخه تيرسي اوداکار ددي سبب ګرځي چي خپل
Princepalism _2فردي یا اجتماعي پرنسیپ :شخص په فردي توګه ځان ته پرنسیپو نه ټاکي لکه فردي ازادي
ته داحترام پرنسیپ دضرر نه رسولو پرنسيپ دعدالت پرنسیپ او داسي نور...
ضرر نه رسول دکامل یا ناقص کار سرته رسولو پرمهال دنورو انسانانو
د پوهي سطحه لوړول
دحقوقو پیژندنه.
حق پیژندنه
نیک کاره هغه عمل سم دي چي دنورو اعمالو په مقایسه بهتر وي.
عدالت
دخلګو سره سره به ځان هم تداوي کړو.
دخطا جبرانوونکي
رښتیا ویوونکي
درواغ ناسم کار دي که څه هم دمصلحت لپاره وي.
24
Outcome
د اخالق طبابت تعريف
داخالق طبابت تاریخچه
داخالق طبابت اهمیت
دډاکتر اخالقی مسولیت
د یوښه ډاکټر صفتونه
د اخالق طبابت تاريخي اساسي قاعدي
25 داخالق طبابت تعریفDefinitions :
Medical Ethicsديوناني کليمي ()Ethosڅخه اخيستل سوي ده چي درفتاراو عادت په معناه ده
او دهغه قواعدو څخه عبارت دي چي پرښه رفتار برالسي وي.
د طبابت اخالق عبارت د یو تعداد اصولو څخه دي چي طبیب خپل مسلکي خوي او عادت ته رهنمایي
کوي او د طبیب رویه د مریض په مقابل کي ښیئ.
26
د طبیب وجدان باید پر ایمانداری استناد ولري چي عبارت له امانت کاري ،زړه سوي ،ښه اخالق
په خپله په طبیب کي باید د ایثار او قربانی روحیه موجوده وي او په ډیرو خطرناکو حاالتو کي د
په ډیرو انتاني ناروغيوکي ډیرو طبیبانو خپل ژوند د السه ورکړي دي البته په داسي حاالتو کي طبیب
د خپل ځان ساتنه کي مسول دي او محافظوي شرایطو لکه واکسین کول ،دستکلي او ماسک
بايداستعمال کړي.
طبیب بایدپه هر قسم شرایطو کي د مریض په خدمت کي حاضر وي .ځکه چي د مریض سره ښه
سلوک کول او مریض ته خدمت کول په باطني احساس پوري اړه لري.
28
د مریض د معایني په وخت کي او په تداوي کي د مریض موقف یعني غریب ،بډای ،دوست ،دښمن،
نر ،ښځه ،محبوسین،د مریض دین او مذهب ،د مریض سیاسي موقف او دولتی مقام بايد مد نظرنه
وي.
طبیب مکلف دي په دغه ټولو حاالتو کي د مریض سره یو ډول رویه ولری.
29
طبيب بايد مریض ته جنسي تمایل ښکاره نکړي او د مریض رازونه د امکان تر حده وساتي.
طبیب باید د مختلف عمرمریضانو سره لکه اطفال ،ځوانان ،مشران ،نر او ښځو سره د خبرو کو لو
طریقه زده کړي.
مریض چي ډیر عاجز انسان دي کله کله د معایني په وخت کي ځیني ډیرغیرارادي ناوړه حرکات او اعمال
ورڅخه لیدل کیږي.
مثال :د معایني په وخت کي مریض استفراق کوي ،یا ادرار کوي او شاوخوا ټول محیط کثیف کړي.
طبیب باید د دي اعمالو په مقابل کي تنفر او تمسخر ونه کړي او مریض تحقیر نه کړي.
طبیب باید د طبابت دعالي اخالق له نظره که دغسی یو حالت په یوه مریض کي وویني باید مریض ته
طبیب مکلف دي په لومړی وار چي د مریض سره مخامخ کیږي مریض ته قناعت ورکړي چي زه ستا
ښه دوست او تاته خدمت کوم مریض باید ځانته جلب کړي.
32
د مریض سره په نرمي او مروجه الفاظو خبري وکړي ،بیځایه لغاتونه استعمال نه کړي او د مریض په
که طبیب د مریض په خبره پوه نسي باید مفصلي خبري ورسره وکړي نورمعلومات ورځیني وغواړي
په بعضي مهمو حاالتو یا واقعاتو کي طبیب باید د مریض څخه نه ویونکي شیان په ډیر احتیاط او مهارت
پوښتنه وکړي.
نه په صفت د یو قاضی یا څارنوال بلکه په صفت د یوه طبیب د مریض پټ رازونه او احوال وپوښتي.
دغه ډول حاالت خصوصا په روحي مریضانو او ښځو کي ډیر زیات لیدل کیږي او پوره معلومات اخیستل د
طبیب په مسلکي مهارت پوري اړه لري چي دغه مهارت او تجربه باید طبیب کسب او د ځان سره هر ډول
مهارتونه ولري.
34
په بعضي حاالتو کي طبیب بايد امانت داري او راز ساتل ته متعهد وي.
او که په رسمي ډول د دولت د اورګانو څخه رسما معلومات وغوښتل سي.
باید د پاک وجدان له مخي دقیق ،مکمل معلومات بیله زیاتیدو او کمیدو څخه په تحریري ډول معلومات
ورکړي.
35 ) Historyتاریخچه(
د طبابت اخالق ۲۵۰۰کلنه تاریخچه لري چی په دي علم کي د هیپوکرات چی د طبابت د پالرلقب ورکړل سوي
دي خپله قسم نامه (پنځم قرن قبل المیالد) کي ترتیب کړي ده.
چي لمړني کس وو چي نوموړي قسم نامي کي یی د طبابت و اخالقو ته اشاره کړي ده چی اوس هم دنړي په
اکثره ممالکو کي چي کله ځوان ډاکتران فارغ کیږی نوموړي قسم نامه لولي.
د نوموړي قسم نامي تغیر خوړلي شکل ددوهم جنګ جهانی څخه مخکی په کال ۱۹۴۵کي ترتیب سوي.
36 ادامه...
د اسالم څخه وروسته د طبابت اخالق:
علی ابن زید طبري ( ۲۴۷-۱۶۴ق) پخپلو کتابونو فردوسی الحکمه چی په اووه جلده کي تالیف سوي چي
په لمړي جلد کي دطبابت داخالقو په اړه بحث سوي دي.
ابوبکرمحمد بن زکریا رازی ( ۳۱۳-۲۵۱ق) د طب روحاني په نوم کتاب هم د طبابت د اخالقو په اړه بحث
کړي دي.
37 داخالق طبابت اهمیت
د یو ملت راتلونکي په طبیبانو او اقتصاد پوهانو پوري اړه لري ځکه دوي دملت د حیاتي او مادي شتمنیو
ساتونکي دي.
انسان له هغه وخته چي د ځان په قدر پوه سوي طبابت یی منځته راوړي نو ځکه د ډاکتر اهمیت هم له هغه
ورځي څخه راپیل سوي دي.
څرنګه چي دطبابت علم شرط دي نو دهغه دپاره دیوطبیب اخالقي اړخ هم ډيرضروري دي.
د طب اهمیت او د طبیب احترام په ټولنه کي په هره دوره او هر ملک کي تر یوه اندازي پوري د ډاکترانو په
اخالقي سلوک پوري اړه لري.
38
د ډاکتر اخالقي مسولیت
د ډاکتر اخالقي مسولیت د درنو مسو لیتونو څخه شمیرل کیږي.
که چیري الندي صفات ولرو نو به یوښه ډاکتر وه اوسو اونوموړي مسولیت به موهم په ښه ډول
ترسره کړي وي او نتیجه مثبت او مسولیت به مو هم په صحي شکل ادا کړي وي.
39 د ښه ډاکټرصفات
1ــ دډاکټرروغتیا،سالمتي او تندرستي
2ــ د طب په هکله پوهه او معلومات درلودل
3ــ د ښو اخالقو او عادتونو درلودل
40 دډاکترروغتیا،سالمتي او تندرستي_1
ډاکتر باید د ښه روغتیا درلودونکي وي ترڅو په سمه توګه د نورو د روغتیا دتامین دپاره کوښښ او
تالښ وکړي ځکه یوروغ ډاکتر کوالي سي الندي کړني تر سره کړي:
1ــ ښه فکر ولري
2ــ د مطالعي کولو قدرت به ولري
3ــ د نو یو څیړنو قدرت به ولري
4ــ او بالخره صحي قضاوت کوالي سي
5ــ ښه او سالم فکر په روغ صحت او قوي بدن کي وي
41 د طب په هکله پوهه او معلومات درلودل_2
د یو ډاکټر دپاره الزمي ده چي د نوي عصر سره سم تازه معلومات له ځانه سره ولري او ځان پري
پوه کړي تر څو د ناروغیو تشخیص او درملنه مثبت تمام سي.
همداراز د نویو معلوماتو درلودل ډاکټر ته دنوي ناروغیو د پیدا کیدني په اړه معلومات برابروي او د
هغه د اسبابو ،نښو نښانو ،تداوي او وقایي په هکله پوره معلومات برابروي.
42
د ښو اخالقو او عادتونو درلودل_3
د قبول وړ عادات ،د حقیقت ډاکتر باید دپاکو احساساتو ،صحی نیت ،درست حرکات ،کار کي دقت،
خوښول ،د خداي (ج) د مخلوقاتو سره مینه او هغوي ته احترام درلودل ،د عالي اهدافو درلودل،
عدالت،احسان او عالي اصولو باندي باورولري او یا یي مراعت وکړي.
د پورته خاصیتونو لرونکي ډاکټر چي په متوسطه درجه فارغ سوي وي نسبت و هغه ډاکتر ته چي په
اعلی درجه فارغ سوي ولي پورته صفات ونه لري ښه دي.
43 ولي باید دطبابت اخالق مراعت کړو؟
د ځان پیژندل .1
د خداي (ج) او د هغه د رسول ( ص ) پیژندل .2
د خداي (ج) او د هغه د رسول ( ص ) څخه د رضایت ترالسه کیدنه .3
د خداي (ج) شکر اداینه .4
د ژوندد کیفیت د ښه والی د کچي لوړوالی .5
د نارو غیواو مړینو په کچه کي کموالي .6
د راتلونکي ناروغیو څخه مخنیوي .7
44 د اخالقو اصول او منابع
یهودیت ،عیسویت او اسالم ټولو دطبابت اخالقو ته زیات ارزښت ورکړي دي.
دینی ،فلسفی ،ایډیالوژیکي او د نورو سیسټمونو د تشکیل څخه د طبابت د اخالقو منبع رامنځ ته سوي ده.
د یو شخص سره احسان کول او ضرر نه رسول د طبابت د اخالقو د دوو مکملو اصلونو څخه عبارت دي.
په ۱۳قرن کی سعد الدین ابن یوسف الکحال خپلو شاګردانو ته داسي توصیه کړي ده چي تاسي باید د خیر نیت
په طبابت کي وکړي په خاص ډول د هغه کسانو دپاره چي غریب ،بیچاره او ناوسه وي.
45
د Medical Ethicsتاريخي اساسي قاعدي:
دغه مفکوره د ډیر وخت څخه موجوده ده ،او په یوه طبي مقاله تبدیل سو ي ده.
که طبیب مکمله مشاهده د مریض وا نه خلي په صحیح اودقیق ډول مریض معاینه نکړي صحیح او
موثره تداوي ورته اجرا نکړي مریض ته ضرر رسیږي.
ټول طبیبان داخله،جراحی ،نسایي والدي او د طب د نورو شعباتو طبیبان باید پوه او پر خپل مسلک
مطلق حاکميت پیدا کړي.
48
ټول طبیبان مکلفیت لري چي په ټولو دواو وځان خبر کړي تر وخت تیري دوا وي استعمال نکړي.
جراحي طبیبان باید کوښښ وکړي پخپل اړوند عملیاتونو چي د ده په رشته پوري اړه لري ښه تجربه
اوکسب کړي.
ټول طبیبان باید زیار وباسي تر څو پر خپل مسلک ښه پوره حاکمیت ولري.
49
کيداي سي چي طبیب دري ډوله ضررمریض ته ورسوي:
مثال Hepatotoxicity :یا Neurotoxicityحاالت چي د دوا د لوړډوز په ذریعه منځ ته راځي مریض ته
ضرر ورسوي.
مثال :یو غټ شریان یا عصب قطع کړي چي دغه حاالت په خپل ذات کي عضوي ضرر بلل کیږي.
51
Economic harm _2یا اقتصادی ضرر:
که طبیب خپل مسولیت ونه پیژني او مریض لکه څرنګه چي الزم وي تداوي نه کړي مریض صحت نه
پیداکوي د مریض د تکلیف او سرګرداني سبب کیږي.
مریض کلینیک په کلینیک ،روغتون په روغتون سرګردانه ګرځی او بیځایه مصرفونه به کوي نو په
دغسي حاالتوکي مريض ته اقتصادي ضررپيښيږي.
52
Social harm -3یا اجتماعي ضرر:
که یو مریض خصوصا که د فامیل د اعاشي مسول وي د یوه جراحي عمليي په ذریعه یا د یوي دوا داستعمال په ذریعه
معیوب او د کاره ولویږي.
نو د غه شخص به دفامیل يا د دوستانو یا نورو کسانو د اوږو بار وي او یا به ددولت څخه د کومک غوښتنه کوي.
نو د پورتني حاالتوپه نظرکي نیولو سره طبیب وجداني مکلفیت لري چي خپل ځان ښه ورسوي او پر خپل مسلک
پوره حاکمیت پیداکړي.
د طبیب لپاره ډیره ښه الره داده که د مریض په مرض پوه نسي مریض دي یوه مجهز کلینیک یا
چي بدبختانه ځوان طبیبان دغه اصل ته هیڅ توجه نه کوي او خپل ځان ډیرغټ او پوه بولي.
54
2-نیکوکاري Do good
اصال باید طبیب یو نیکوکار شخص وي د طبیب اعمال او کردار باید د مریض د خوښی وړ او د رضایت سبب
یي وګرځي.
ځکه نو طبیب مکلفیت لری چي د مریض په مقابل کی د حسنه اعمالوڅخه کار واخلی تر څو د مریض د
خوشحالي سبب وګرځي او د طبیب څخه ښه خاطره ولري.
55
طبیب د مریض ډیر ښه دوست دي .طبیب باید د مریض سره نژدي او نیکي اړیکي ولري.
د مریض اعتماد ځانته جلب کړی .د طبیب کامیابی یواځی دده په اعمالو پوري اړه لري بالخره باید طبیب
يعني طبيب بايد دمريض دپاره ډير مهربانه شخص وي صميمي حرکات او اعمال يي منظم وي.
مريض داسي تلقين کړي چي طبيب دده پلرني موقف لري اوپالرغوندي پرمريض مهربان او د مريض
خواخوږي وي.
57
4-محرمیت Confidentiality
دغه ډیر جنجالي او مهم اساس دي ،پدي اساس هر هغه څه چي مریض یی طبیب ته بیانوی یا یی طبیب
په مریض کي احساس کوي.
هغه مطلب باید طبیب د خپل ځان سره امانت یا محرم وساتي چي دغه ته Privacyوايي.
اوهیچا ته یی بیان نکړي د مریض راز ساتل د هغي رابطي یوه برخه ده چي طبیب یي د مسلک يوه برخه
جوړوي.
58
په روغتونو او کتنځایو کي د ورځني فعالیت موضوعات بايد په دقت او احتیاط سره وساتل سي.
بعضي موضوعات چي یواځي په مریض پوري اړه لري ساتل یي اسانه کار دي.
اما بعضي حاالت چي غیر له مریض څخه په بل کس یا کسانو پوري اړه لري راز ساتل يي مشکل اوحتا کله کله
نامشروع او غیر قانوني کار دي.
59
جنایي او جزایی و اقعات پټو ل یو جرم بلل کیږي طبیب باید د داسي جرمونو څخه ځان وساتي او خپل و
که فرضا یو زخمی چي جزایی واقعه يي وي او روغتون ته راوړل کیږي او وروسته د طبیب څخه نظریه
غوښتل کیږي.
طبیب باید د پاک وجدان څخه کار واخلي او هر هغه څه چي په مریض کي وینی بیله زیاتيدو او کميدو
باید وو ایو د مریض راز تر هغه وخته پټ وساتل سي تر څو د مملکت د قانون او اجتماعي
جرم پټول د طبیب وجدان اجتماعي موقف ته زیان رسوي او دمملکت په قانون کي یو جرم
دي.
61
دلندن کنفرانس
په 1998م کال کي د لندن په کنفرانس کي یوتعداد اصول تثبیت سول چيد Tavistock Square
چي دغه اصول بایدد طبابت په اخالقو کي داخل سي ترڅودطبیب مسلکي عادت وګرځي.
62
Rights .1حقوق:
دغه اساس تقریبا په Human Rightsپوری اړه لري چه انسان ده ښه صحت ساتلو او صحي
اهتماماتو حق لري.
طبیب باید مشکالت له منځه یوسي خپل مسلکي قدرت زیات او د ناروغیو مخنیوي وکړي ،تالښ وکړي
معافیتی پروګرامونه ترتیب کړي او روغتیایی پروګرامونو ته ترقي او وسعت ورکړي.
ډیر پراخه صحي تبلیغات د واکسین د تطبیق ،د پاک محیط او تغذیی په مورد کي بايد په کار واچوی.
64
Co-operation .4همکاري:
د طبیب او مریض ترمنځ باید متقابل همکاري موجوده وي تر څو چي یو بریالي تشخیص او تداوي منځ ته راسي
Improvement .5پرمختګ:
یو طبیب باید ديوایمانداري او د باور کولو شخص په صفت مشهور وي چي دغه صفت دده دپاره حیاتي ارزښت
لري.
66 Square Principalsسره ورته والي لري: ځيني اصول چی د Tavistock
طبیب باید هر کله ډیر ښه شرایط په خپلو خدماتو او رویه کي مراعات کړي.
طبیب باید همیشه وخت هغه وسایل چي وده ته ورکول کیږي ښه وساتي
طبیب باید د خپلو دندو رسولو لپاره کافی تیاري ولري او همیشه وخت دخپل معلومات سو يه لوړه کړي.
طبیب باید هغه مسو لیتونه او محدو دیتونه چي دده په دنده کي سته باید ښه پوه سي او هغه مریضان چي په
مثال :د داخله ناروغیو متخصص نه باید دسترګو او یا داسي نور مریضان تداوي کړي یا یو جراح نه باید
Pharmacists یا دوا پوهان یا د البراتوار پرسونل باید په تداوي کي الس ونه
طبیب باید پر خپل مسلکي همکارانو باندي اعتماد و لري ددوي هغه اعمال چي د اخالق ضدوي باید اړوند
طبیب باید د خپلو همکارانو او نورو کسانو سره چي مناسبت ورسره لري همکاري وکړي.
د دي لپاره چي طبیب خپل مسلکي اړتیاوی پوره کړي باید په دي خاطرد نورو مسلکی بین المللي علمي مؤسساتو
سره اړیکي اوهمکاری ټینګه وساتی.