You are on page 1of 37

‫نوټ ‪:‬‬

‫دغه رساله زموږ د فيسبوک پرصفحې سلسله واره نشرشوې ده ‪ ،‬تاسو کوالی ش ئ چي د الزياتي‬
‫استفادې لپاره زموږ فېج درسره اليک کړئ‬
‫فېج (صفحه) په همدغه نامه ده «مولوي باقي بالله فضلي»‪.‬‬
‫‪2‬‬

‫نحمده ونصلي علی رسوله الکريم‬


‫امابعد !‬
‫صحيح او روغه عقيده هغه اساس او بنسټ دی چي پرهغه د انسان فالح او نجات راڅرخي ‪ ،‬د عقيدې‬
‫له سموالي پرته ښه عملونه او کارونه هيڅ قدراو قيمت نه لري ‪.‬‬
‫َّ َّ َ َ َ ْ ُ َْ‬
‫همدا سبب دی چي قران کريم پرعقيده ډېر زور اچولی ‪ ،‬تردې چي فرمايلي يې دي ‪ِ « :‬إن الله ال يغ ِفرأن‬
‫َ‬ ‫َ َ‬ ‫ْ‬ ‫ْ‬
‫ُيش َر َك ِب ِه َو َيغ ِف ُر َما ُدون ذ ِل َك ِل َم ْن َيش ُاء‪ . »...‬يعني الله تعالی د عملونو کوتاهياني چي چا ته يې خوښه ش ي‬
‫ورمعافوي يې ‪ ،‬مګرد شرک (يعني د عقيدې د کوتاهي) د بخښني ګجايش د الله په نزد نشته ‪.‬‬
‫َ‬
‫له دې څخه په ښه توګه اندازه لګوالی شو چی د عقيدې اصالح او سمون په اسالم کی څومره ُمهتم‬
‫بالشان دی ‪ ،‬څومره أهميت ورکول شوی دی!!‪.‬‬
‫له همدې وجي په هر َدور کي باطلو قوتونو د مسلمانانو پر عقايدو مرګوني ګذارونه کړي او د خرابېدو‬
‫هڅي يې کړي او کوي يې ‪.‬‬
‫خو علماء کرامو ته دي الله تعالی بې شمېره اجرونه ورکړي ‪ ،‬او بې شمېره رحمتونه دي پرې نازل وي چي‬
‫دوی هم په هر َدور کي ددغه باطلو ځواکمنو د مکر او چم َپردې څیرلي دي ‪ ،‬او د اسالمي عقايدو له هر‬
‫رازخرابي ‪ ،‬شکوکو او شبهاتو څخه د ساتلو کاريې په ډېره عالي توګه انجام کړی دی ‪ ،‬په هره زمانه کي په‬
‫دې اړه کتابونه ليکل شوي او لیکل کیږي ‪.‬‬
‫عموما په مدارسو کي د عقايدو تعليم په لوړو کتابونو کي ورکول کیږي ‪ ،‬په ټيتو درجو کي د مبتدی‬ ‫ً‬
‫طالبانو لپاره د عقيدې په اړه کوم د پام وړ کتاب نه ويل کیږي‬
‫َّ‬
‫نو لکه څومره چي د عقايدو اهميت ُمسلم دی ‪ ،‬او څومره موږ اړتيا ورته لرو ‪ ،‬هغومره يې زموږ په ديني‬
‫مکاتبو کي د زده کړي اهتمام نشته ‪ ،‬د لوړي درجې د طالبانو لپاره «شرح العقائد» خاص د همدې‬
‫موضوع کتاب دی ‪ ،‬خو د هغه په ویلو سره بيا هم طالب ته د زمانې مطابق د نويو باطلو ډلو او د هغوی‬
‫د باطلو نظريو په اړه کومه خاصه آګاهي او پوهه نه حاصلیږي‪.‬‬
‫په دې اړه همدغه رساله ډېره ګټوره ده ‪ ،‬د ایمان مفصل تشريح په داس ي انداز پکي شوې ده ‪ ،‬چي د‬
‫ً‬
‫ټيټي مرحلې د استعداد مطابق ده ‪ ،‬او ضمنا د موجوده زمانې دځينو باطلو ِفرقو په لنډه توګه پیژندنه‬
‫او د هغوی پرباطلو عقايدو په مختصره توګه نقد هم پکی واضح شوی دی ‪.‬‬
‫‪3‬‬

‫پوښتنه (‪: )۱‬‬


‫د عقيدې معنی څه ده؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫عقيده په لغت (يعني عربي ژبه) کي تړون يا تړلو ته وايي ‪ ،‬او په اصطالح کي عقيده د دين او‬
‫مذهب په اړه هغو نظرياتو ته وايي چي په زړه کي يې ُمحکم (ټينګ) ځای نيولی وي ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۲‬‬
‫عقيده څه أهميت او ارزښت لري ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫عقيده د انسان په کردار او اعمالو کي ُبنيادي (بنسټیز) حيثيت لري ‪ ،‬ځکه چي د انسان د‬
‫ټولو اخالقو او اعمالو ُبنياد اراده ده ‪ ،‬او د ارادې ُم َح ِرک بيا زړه دی (يعني اراده د زړه په‬
‫واسطه راوالړيږی) او دا ښکاره خبره ده چي زړه د هغو شيانو اراده کوي کوم چي په ده کي‬
‫اسخ او ُمحکم وي ‪ .‬نو د انسان د اعمالو او اخالقو د سمون لپاره دا ضروري ده چي دده په‬ ‫ر ِ‬
‫زړه کي صحيح عقيدې موجودي وي ‪ ،‬په همدې سبب د عقيدې اصالح ترهرڅه مهمه ده ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۳‬‬
‫دين يا مذهب څه ته وايي ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫دين يا مذهب په لغت (يعني عربي ژبه) کي هغه طريقې او قانون ته وايي د کوم چي پیروي او‬
‫متابعت کیږي ‪ .‬عام له دې که هغه قانون سم وي که غلط ‪ .‬او په ديني ژبه (اصطالح) کي دين‬
‫يا مذهب د الله تعالی هغه مقرري او ټاکل شوي طريقې ته وايي چي انسان يې په خپله خوښه‬
‫اختيار ولو سره حقيقي َبری ترالسه کړي ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۴‬‬
‫زموږ دين څه دی (کوم دی) ؟‬
‫جواب ‪ :‬زموږ دين اسالم دی ‪ ،‬همدا هغه دين دی چي د انسان د نجات او خالصون ضمانت‬
‫ور کوي ‪ ،‬د اسالم ددين په څیرجام ِع َّيت ‪ ،‬کمال ‪ ،‬جاذبيت (کشش) په کوم بل دين اومذهب‬
‫‪4‬‬

‫کي نشته ‪ ،‬همدا د اسالم مذهب د ټولي نړۍ د انسانانو لپاره د کاميابي ضمانت ورکوونکی‬
‫دی ‪.‬‬
‫د الله تعالی په نزد له اسالمه پرته بل هيڅ دين د قبول وړ نه دی ‪ ،‬چا که له اسالم څخه‬
‫عالوه بل دين او مذهب غوره کړ‪ ،‬هغه به د دنيا او آخرت پرخسارې او ناکامي سربېره د الله‬
‫تعالی د غيظ (غضب) ُمستحق هم وي ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۵‬‬
‫د اسالم دين د کوم ش ي نوم دی ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫د اسالم دين د عقيدې او د عمل د دواړو مجموعي نوم دی ‪ ،‬يعني الله تعالی او د هغه رسول‬
‫چي پر کومو شيانو د ايمان او عقيدې لرلو ُحکم کړی دی ‪ ،‬پر هغوی باندي په زړه کي پوخ‬
‫يقین درلودل ‪ ،‬پرژبه يې اظهاراو د منلو اقرارکول ‪ ،‬او خپل ژوند د هغه مطابق تېرول ‪ ،‬ددې‬
‫ټولو (په مجموعي ډول) نوم د «اسالم دين» دی ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۶‬‬
‫ایمان او اسالم څه ته وايي ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫الله تعالی او د هغه رسول چي کومي خبری موږ ته راښودلي دي ‪ ،‬پر هغو باندي په زړه کي په‬
‫هماغه ډول لکه څنګه چي دوی راښودلي دي يقین کول او رشتيا يې ګڼل «ايمان» بلل کیږي ‪.‬‬
‫او همدغه يقین او تصديق پر ژبه ښکاره کول او اقرار يې کول ‪ ،‬او خپل ژوند د هغه مطابق‬
‫تېرول اسالم بلل کیږي ‪.‬‬
‫نو خالصه دا چي ايمان د اسالم لپاره بنياد دی ‪ ،‬د اسالم تعمیر پر ايمان والړ دی ‪ ،‬له ايمانه‬
‫پرته يوازي په ژبه اقرار کول منافقت دی ‪ ،‬نو د الله تعالی په نزد له ايمانه پرته نه اسالم‬
‫اعتبارلري او نه کوم ښه عمل ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۷‬‬
‫د مسلمان کېدلو لپاره پر کومو شيانو ايمان (يقین) درلودل ضروري دی ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫يو ځل حضرت جبريل د نبي حضور ته راغی او د أمت د تعليم لپاره يې څو پوښتني‬
‫د هغه په‬ ‫ترې وکړې ‪ ،‬چي په هغوی کي يوه پوښتنه د ايمان په هکله وه ‪ .‬رسول الله‬
‫‪5‬‬

‫جواب کي د کلمه شهادت څخه عالوه نوري هغه ُبنيادي خبري بيان کړې د کومو تصديق او‬
‫منل چي د ايمان لپاره ضروري دی ‪.‬‬
‫هغه خبري په «ايمان ُمفصل» کي را جمع شوي دي ‪:‬‬
‫ايمان ُم َف َّ‬
‫صل ‪:‬‬ ‫ِ‬
‫َ‬ ‫َ َ‬
‫اآلخ ِر ‪ ،‬والق ْد ِر خ ِیره وش ِره ِم َن الله تعالی ‪،‬‬ ‫آمنت بالله ‪ ،‬ومالئ َکته ‪َ ،‬و ُک ُتبه ‪ ،‬و ُر ُسله ‪َ ،‬و ْال َ‬‫ُ‬
‫وم ِ‬‫ِ‬ ‫ـي‬ ‫ِ‬ ‫ِ‬ ‫ِ‬ ‫ِ‬
‫الب ْعث َ‬‫َ َ‬
‫الموت ‪.‬‬
‫ِ‬ ‫بعد‬ ‫و ِ‬
‫يعني ما ايمان راوړی دی پر الله ‪ ،‬او د هغه پر فرشتو ‪ ،‬او د هغه پر کتابونو ‪ ،‬او د هغه پر‬
‫رسوالنو ‪ ،‬او د قيامت پرورځي ‪ ،‬او پرتقديرچي هرخیراو شرد الله تعالی له لوري دی ‪ ،‬او له‬
‫مرګه وروسته پرراژوندي کېدلو ‪.‬‬
‫په دغه ايمان مفصل کي هماغه شيان رايوځای شوي دي پر کومو چي ايمان درلودل الزمي‬
‫دی ‪ ،‬که څه هم د ايمان ُمفصل يادول ضروري نه دی ‪ ،‬خو دا ضروري دی چي دغه شيان‬
‫الز ًما بايد مسلمان ته معلوم وي ‪ ،‬او ايمان باندي ولري ‪ ،‬نو ددې لپاره غوره دادی چي ايمان‬
‫مفصل ياد ش ي ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۸‬‬
‫ُ‬
‫کفرڅه ته وايي ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫د کومو شيانو چي تصديق او پرهغوی ايمان درلودل ضروري دی ‪ ،‬له هغوی څخه انکار(که‬
‫ُ‬
‫څه هم له يوې خبري انکار وي) کفر بلل کیږي ‪ ،‬لکه د الله تعالی نه منل ‪ ،‬يا د يو پيغمبر نه‬
‫منل ‪ ....‬او کافران به د قيامت په ورځ همېشني اور ته داخلیږي ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۹‬‬
‫ِشرک څه ته وايي ؟‬
‫جواب ‪ :‬د الله تعالی په ذات ‪ ،‬صفتونو يا عبادت اوبندګي کي بل څوک شريک او ګډ بلل ِشرک‬
‫بلل کیږي ‪ ،‬مثال هندواڼ ډېرخدايان مني ‪ ،‬عيسايان حضرت َمريم او حضرت عيس ی (عليهما‬
‫السالم) هم خدايان بولي ‪.‬‬
‫کامل صفتونه د‬ ‫په صفاتو کي له الله پاک سره د شريک ګرځولو معنی داده چي د الله تعالی ِ‬
‫بل چا لپاره هم ثابت وبلل ش ي ‪ ،‬مثال د يوه پیر او فقیر په هکله دا عقيده وساتل ش ي چي َدی‬
‫اوالد ورکوالی ش ي ‪ ،‬باران اوروالی ش ي ‪.‬‬
‫‪6‬‬

‫او په عبادت کي د شريک ګرځولو مطلب دادی چي له الله تعالی څخه پرته بل څوک هم د‬
‫عبادت الئق وبلل ش ي ‪ ،‬مثال قبر ‪ ،‬يا پیرته د عبادت په حيث سجده کول ‪ ،‬له الله تعالی څخه‬
‫پرته د يو پیرپه نوم نذرمنل ‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬

‫پوښتنه (‪: )۱۱‬‬


‫د الله تعالی په اړه به مسلمان څنګه عقيده لري ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫د داس ي ذات نوم دی چي يو دی‬
‫‪ :‬ټول ښه او غوره صفتونه په ده کي موجود دي‬
‫له هره عيبه پاک دی‬
‫په ذات ‪ ،‬صفاتو او عباداتو کي هيڅ بل شريک نه لري‬
‫همېشه و ‪ ،‬او همېشه به وي (يعني داس ي وخت نه و چي الله نه و ‪ ،‬او نه به داس ي وخت‬
‫راس ي چي الله تعالی دي نه وي)‪.‬‬
‫ټول موجود شيان پيدا کړي دي ‪ ،‬خو َدی هيچا نه دی پيدا کړی‬
‫‪ :‬چي چا ته خوښه ش ي په خپل اختياريې پيدا کوي ‪ ،‬او چا ته چي يې خوښه ش ي په خپل‬
‫اختياريې فنا کوي‬
‫‪ :‬د دنيا هرڅه دده په اختياراو اراده سره کیږي‬
‫هغه هره خبراوري او هرڅه ویني‬
‫په هرلوی واړه ش ي خبردی‬
‫هرچا ته رزق ورکوي‬ ‫يوازي‬
‫‪ :‬عزت او ِذلت ټول دده په اراده سره دي (چا ته چي يې خوښه ش ي عزتمن يې ګرځوي‪،‬‬
‫او چا ته چي اراده وکړي ذليل او خواريې ګرځوي)‪.‬‬
‫‪ :‬ژوند او مرګ دده په قبضه کي دی ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۱۱‬‬
‫ايا انسان د الله تعالی ذات فهموالی س ي؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫‪7‬‬

‫د الله تعالی د حقيقت ِعلم د انسان ترتوان او طاقت وتلی کاردی ‪ ،‬هيڅ يو عقلمند او د پوهي‬
‫َ‬
‫خاوند د الله تعالی حقيقت او ذات ته نه دی نه رسېدلی چي مالوم يې کړي ‪( .‬واليحيطون ِبه‬
‫لما ‪ .‬طه‪.)۱۱۱:‬‬ ‫ِع ً‬
‫موږ الله تعالی د هغه په کاملو صفتونو سره پېژنو ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۱۲‬‬
‫الله تعالی موجود دی (شته) ‪ ،‬خو ځيني انسانان دا فکر کوي چي د الله هيڅ شتون نشته ‪،‬‬
‫نو ِلهذا د الله تعالی پروجود يو عقلي دليل راته وښياست ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫ددغس ي انسانانو ذکر شوې عقېده خو معلومه خبر ده ‪ ،‬چی د هيڅ يو هوښیار او عقلمند د‬
‫توجه وړ نه ده ‪.‬‬
‫َ‬
‫د لږ فکرخبرده چي يو معمولي کارهم بېله يو کوونکي نه ش ي کېدالی ‪ ،‬نو دومره لويه د عالـم‬
‫کارخانه ‪ ،‬چي په هغه کي ورځ هم شته شپه هم ‪ ،‬باران هم اوريږي خشک سالي هم وي‪ ،‬مطلب‬
‫يو داس ي نظام به چي له نه نقص سره سره نهايت ُمنظم او عاليشانه دی څنګه پخپله پيدا‬
‫کېدالی ش ي ؟ او خود بخوده (پخپله) څنګه چلیږي ؟‬
‫الز ًما دا خبره عقل ته تیريږي ‪ ،‬او دا به منل کیږي چي دا نظام يو جوړوونکی لري ‪ ،‬چي له‬
‫جوړولو وروسته يې په منظم ډول چلوي هم ‪ ،‬همدغه پيدا کوونکی او ددې نظام چلوونکی‬
‫الله تعالی دی ‪.‬‬
‫له يو صحرايي َعرب څخه پوښتنه وشوه چي تا الله تعالی څنګه وپېژندی ؟‬
‫هغه ورته وويل ‪:‬‬
‫األبراج ‪ ،‬واألرض ذات الفجاج‬
‫ُ ُ‬
‫ذات‬ ‫فالسمآء‬ ‫‪،‬‬ ‫یر‬‫س‬‫ِ‬ ‫الم‬ ‫عر ُة َت ُد ُّل علی الب ِع ْیر ‪ُ ،‬‬
‫األثر َی ُد ُّل علی َ‬ ‫َ‬
‫الب َ‬
‫ِ‬ ‫ِ‬ ‫ِ‬
‫ف الخبیر!؟‬ ‫ْ‬ ‫َ َُ‬
‫اللطي ِ‬
‫الن علی ِ‬ ‫کيف اليد ِ‬
‫يعني د اوښ پچي ته په کتلو سره دا مالومیږي چي دلته يو اوښ تېر شوی دی ‪ ،‬او د پښ ې قدم‬
‫ته په کتلو سره دا مالومیږی چي دلته يو تلونکی تېر شوی دی ‪ .‬نو د لويو لويو ستورو ‪ ،‬لمر او‬
‫سپوږمۍ له آسمان څخه ‪ ،‬او دا د وسيعو او پراخو الرو له ځمکي څخه به څنګه دا نه‬
‫مالومیږي چي يو لطیف او خبیرذات شته ؟ (يعنی دا هرڅه پردې داللت کوي چي الله شته)‪.‬‬
‫نو تاس ي وګورئ يو عام او ساده صحرايي چي عالم ‪ ،‬فاضل او ُمحقق نه دی ‪ ،‬خو په معمولي‬
‫غور او فکرد الله شتون فهموالی ش ي ‪ ،‬نو هغه خلګ چي د دومره ښکاره نښانو سره سره بيا‬
‫‪8‬‬

‫هم د الله تعالی له وجود څخه انکارکوي ‪ ،‬ددوی په حق کي ويالی شو چي پرعقلونو يې پردې‬
‫لوېدلي او د عقل سترګي يې ړندې دي ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۱۳‬‬
‫ددې خبري دليل څه دی چي الله يو دی !؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫پخپله الله تعالی په قرآن کريم کي ځاي پر ځای خپل وحدانيت بيان فرمايلی دی (او زموږ‬
‫أحد» يعني ووايه چي الله‬‫هو الله َ‬
‫لپاره همدا دليل کافي او بس دی) الله تعالی فرمايلي ‪«:‬قل َ‬
‫يو دی‪.‬‬
‫هو الرحمن الرحيم» ‪ .‬يعني او ستاس ي معبود‬ ‫اله َو ٌ‬
‫احد آلاله اال َ‬ ‫والهکم ٌ‬
‫او فرمايلي يې دي ‪ُ « :‬‬
‫يو معبود دی ‪ ،‬له هغه پرته چي رحمن او رحيم ذات دی بل َمعبود نشته ‪،‬‬
‫پوښتنه (‪: )۱۴‬‬
‫ځيني انسانان د الله تعالی وجود مني ‪ ،‬خو په دې عقيده دي چي معبودان ډېردي يو نه دی ‪،‬‬
‫لک هندو ‪ ،‬عيسايي وغیره ‪ ،‬ددوی لپاره يو عقلي دليل که بيان کړئ ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫تر يوه زیات معبودان هم د عقل خالف دی او هم د ِفطرت ‪ ،‬که سوچ وش ي په دې دنيا کي پر‬
‫يوه کوچني هيواد هم د دوو تنو حکمراني او بادشاهت نه ش ي چلېدای ‪ ،‬نو په دې دومره لويه‬
‫نړۍ او ُدنيا کي له الله تعالی سره په خدايي به بل څوک څنګه شريک ش ي !!؟‬
‫ځکه د دوو خدايانو په صورت کي به يا د دواړو ترمنځ همېشه اتفاق وي ‪ ،‬يا اختالف ‪ ،‬که د‬
‫ددوی تر منځ همېشه اتفاق وي نو په دغه صورت کي دوهم خدای ته هيڅ ضرورت نشته ‪،‬‬
‫ځکه کله چي په دوی کي د يوه فعل او اراده کافي وي نو دوهم ته څه اړتيا ده !؟ کله چي ددوهم‬
‫ضرورت نشته نو هغه خو ُمعطل پاتي شو ‪ ،‬او ُمعطل کېدل د خدای له شان سره خالف دی‬
‫‪ ،‬نو مالومه سوه چي دوه خدايان نشته ‪.‬‬
‫او که ددوی تر منځ همېشه اختالف وي ‪ ،‬مثال يوه زيد نومي شخص ته د مرګ اراده وکړه ‪،‬‬
‫او هغه بل د ژوند ‪ ،‬نو الزما به په همدغه يوه وخت کي زيد ته يا مرګ راځي يا به ژوندی پاتي‬
‫کیږي ‪ ،‬دواړه په يو وار نه ش ي کېدالی ‪ ،‬که زيد مړ ش ي نو دوهم خدای د َزيد له ژوندي پاتي‬
‫کولو څخه عاجز شو ‪ ،‬او ُعجر د خدای له شان سره خالف دی ‪ .‬دغه رنګه که زيد ژوندی‬
‫‪9‬‬

‫پاتي ش ي نو ګواکي هغه بل خدای له دې عاجزه شو چي زيد مړ کړي او خدای عاجز نه ش ي‬


‫کېدای ‪.‬‬
‫نودا خبره ثابته شوه چي الله يودی دوه نه ش ي کېدای ‪ ،‬په خدايي کي ِشرکت ُمحال (ناممکن)‬
‫دی ‪ ،‬د مشرکينو لپاره دغه مذکور دليل ته په دغه آيت کي اشاره شوې ده ‪:‬‬
‫ٌ َّ َّ َ َ َ‬ ‫َ َ َ‬
‫ل ْو كان ِف ِيه َما ِآل َهة ِإال الل ُه لف َس َدتا (األنبيآء ‪. )۲۲:‬‬
‫يعني که اسمان او ځمکه کي ګڼ خدايان وای له يوه الله پرته نو په دوی کي به فساد رامنځته‬
‫شوی وای (هغه نظام چي موږ په دوی کي اوس وينو سره ګډوډ به شوی وای) ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۱۵‬‬
‫صفات کماليه کوم کوم دي !؟‬ ‫ِ‬ ‫د الله تعالی‬
‫جواب ‪:‬‬
‫صفات کماليه ډېردي له هغوی څخه ځيني په الندي ډول دي ‪:‬‬ ‫ِ‬ ‫د الله تعالی د‬
‫‪َ : )۱‬و َ‬
‫حدت ‪:‬‬
‫يعني الله تعالی هم په خپل ذات کي يکتا او يو دی ‪ ،‬او هم په صفاتو کي ‪ ،‬نه په ذات کي شريک‬
‫َ‬ ‫ُ َ‬
‫لري نه په صفاتو کي ‪ ،‬لکه چي فرمايي ‪« :‬قل هو الله أحد» او بل ځای فرمايي ‪« :‬ليس ِ‬
‫کمثله‬
‫ش ٌيء» ‪.‬‬
‫‪ِ : )۲‬ق َدم ‪:‬‬
‫یعني الله تعالی همېشه و او تل به وي ‪ ،‬نه يې ابتداء شته نه انتهآء ‪ ،‬لکه چي فرمايي ‪َ « :‬‬
‫هو‬
‫َ‬ ‫أنت األو ُل‬‫َ‬
‫فليس قبلک‬ ‫األول واآلخر والظاهر والباطن» ‪ .‬او رسول الله فرمايلي ‪« :‬اللهم‬
‫وانت اآلخرفليس َ‬ ‫َ‬
‫بعدک ش يء» (مسلم) ‪.‬‬ ‫ِ‬ ‫ش يء‬
‫‪َ : )۳‬حيات ‪:‬‬
‫يعني ژوند ‪ ،‬الله تعالی ژوندی دی او ژوندی به وي ‪ ،‬د ژوند صفت الله تعالی ته همېشه‬
‫الحي القيوم» ‪.‬‬‫هو َ‬‫همېشه ثابت دی ‪«.‬الله الاله اال َ‬
‫ُ‬
‫‪ : )۴‬قد َرت ‪:‬‬
‫َ‬
‫يعني طاقت (زور) ‪ .‬الله تعالی ته پر هرش ي برالس ی دی ‪ ،‬الله تعالی د ټول عالم پر پیدا کولو‬
‫َ‬
‫‪ ،‬او دټولو عالم پر درولو ‪ ،‬فنا کولو او دوهم ځل پيدا کولو قادر دی ‪ ،‬د هغه له قدرت څخه‬
‫ُ‬ ‫هيڅ ش ی هم نه دی وتلی ‪ُ ( .‬‬
‫والله علی ک ِل ش ٍيء قدير) ‪.‬‬
‫‪ِ : )۵‬علم ‪:‬‬
‫‪01‬‬

‫يعني الله تعالی پرهرڅه عالم او خبرداردی ‪ ،‬د هغه له علم څخه هيڅ لوی او کوچنی ش ی نه‬
‫دی وتلی ‪ ،‬هره ذره د هغه په علم کي ده ‪ ،‬په هرش ي باندي هم ترپيدا کېدو مخکي او هم ترفنا‬
‫کېدو وروسته عالم دی ‪ ،‬د انسان په زړه کي پيدا کېدونکي خیاالت ‪ ،‬په تکه توره شپه کي د‬
‫َ‬
‫تلونکي میږي د پښو حرکت هرڅه د الله په علم کي دي ‪ِ ،‬ع ِلم غيب (يعني د پټو خبرو علم) د‬
‫الله تعالی خاص صفت دی ‪.‬‬
‫ٌ‬ ‫َ‬ ‫لکه چي فرمايي ‪ُ «:‬‬
‫بذات‬
‫ِ‬ ‫عليم‬ ‫يعلم مابین أيديهم وماخلفهم» ‪ .‬بل ځای فرمايي ‪« :‬انه‬
‫هو ويعلم مافي َ‬
‫نده مفات ُح الغيب اليعلمها اال َ‬ ‫الصدور» او بل ځاي فرمايي ‪« :‬وع َ‬
‫حر‬
‫ِ‬ ‫والب‬ ‫ر‬ ‫ِ‬ ‫الب‬ ‫ِ‬ ‫ِ‬ ‫ِ‬
‫وما تسقط ِمن و َرقة اال يعلمها وال َحبة في ظلمت األرض وال َرطب واليابس االفي کتاب مبین»‪.‬‬
‫‪ : )۶‬اراده ‪:‬‬
‫يعني الله تعالی چي کوم ش ی وغواړي په خپله خوښه او اختيار يې پيدا کوي ‪ ،‬او کوم ش ی چي‬
‫وغواړي په خپل اختيار يې فنا کوي ‪ ،‬هر څه چي کیږي د هغه په اختيار او اراده سره کیږي ‪،‬‬
‫ال ِلما ِيريد) (ور ُّبک َيخلق مايشآء‬‫هغه په هيڅ کار او خبره کي مجبور او ناچاره نه دی ‪َ ( .‬ف َّع ٌ‬
‫َويختار) ‪.‬‬
‫‪َ : )۷‬سمع او َبصر‪:‬‬
‫يعني اورېدل او ليدل ‪ .‬الله تعالی بېله سترګو او غوږونو ليدل او اورېدل کوي ‪ ،‬د هغه لپاره‬
‫وهو السميع البصیر) ‪.‬‬ ‫تياره او رڼا ‪ ،‬لیري او نژدې ټول په اورېدلو او لیدلو کی برابردي ‪َ ( .‬‬
‫‪ : )۸‬کالم ‪:‬‬
‫يعني الله تعالی بېله ژبي ویونکی دی ‪ ،‬هغه په وينا کي ژبي ته نه دی محتاج ‪ ،‬ځکه احتياج د‬
‫مخلوق صفت دی ‪ ،‬او الله له احتياجه پاک دی ‪ ،‬او د الله تعالی د کالم کيفيت (څرنګوالی)‬
‫موږ ته نه دی مالوم ‪.‬‬
‫سالم قوال من رب رحيم) ‪ .‬وقال االمام االعظم في الفقه األکبر ‪:‬‬ ‫(وکلم الله موس ی تکليما) ( ٌ‬
‫ونحن نتکلم باآلالت والحروف والله يتکلم بال آلة والحرف ‪ :‬ص‪. )۲‬‬
‫خبرتيا ‪ :‬دا خبره بايد په ټينګه ياداشت ش ي ‪ ،‬چي الله تعالی د مخلوق له صفاتو څخه پاک دی‬
‫‪ ،‬د هغه صفتونه هميشه و او هميشه به وي ‪ ،‬هيڅ صفت يې هيڅ وخت هم ختمېدونکی نه‬
‫دی ‪.‬‬
‫په قرآن کريم او احاديثو کي چي د الله تعالی ځيني صفتونه ياد شوي دی لکه ‪ :‬ليدل ‪ ،‬اورېدل‬
‫َ‬
‫‪ ،‬خبري کول ‪ ،‬الس ‪ ،‬قدم وغیره ‪ ،‬نو پر داس ي صفتونو له ايمان لرلو سره سره دا عقيده په‬
‫‪00‬‬

‫کار ده چي ددې اصل حقيقت او مراد الله تعالی ته مالوم دی ‪ ،‬زموږ عقل ددې له فهمولو‬
‫عاجزدی ‪ ،‬موږ بېله دې چي ددغو صفاتو حقيقت وپېژنو اجماال ايمان باندي راوړو ‪ .‬لکه چي‬
‫الله تعالی فرمايي «والراسخون في العلم يقولون آمنا به ‪ :‬آل عمران ‪. »۷‬‬
‫‪ : )۹‬تخليق ‪:‬‬
‫يعني پيدا کول ‪ .‬یوازي الله تعالی دی د ټولومخلوقاتوپيدا کوونکی ‪ ،‬د مخلوقاتوپه پيدا کولو‬
‫کی هغه د هيچا محتاج نه دی‪ .‬لکه چي فرمايي ‪« :‬ذالکم الله ربکم خالق کل ش ٍيء» ‪ .‬او فرمايي‬
‫کل ش يء» او بل ځای فرمايي ‪« :‬فان َ‬ ‫َ‬
‫غني َع ِن العالمین» ‪.‬‬ ‫الله ٌّ‬ ‫«وخلق َّ ٍ‬
‫َ‬
‫‪ِ :)۱۱‬احياء و َاماتت ‪:‬‬
‫ژوندي کول او مړ کول ‪ .‬يعني ژوندي کول او مړه کول د الله تعالی په اراده او اختيار سره‬
‫ُ ُ‬ ‫ُ َّ‬
‫کیږی ‪ ،‬له هغه پرته هيڅوک هم چا ته ژوند يا مرګ نه ش ي ور کوالی ‪( .‬ق ِل الل ُه ُي ْح ِييك ْم ث َّم‬
‫َ َ َّ َ ْ َ َ َّ َ َ ْ َ ُ َ‬ ‫ُيم ُيت ُك ْم ُث َّم َي ْج َم ُع ُك ْم إ َلى َي ْوم ْالق َي َامة َال َرْي َ‬
‫اس ال يعلمو (الجاثية ‪)۲۶:‬‬ ‫ن‬ ‫ِ‬ ‫الن‬ ‫ر‬‫ث‬ ‫ك‬ ‫أ‬ ‫ن‬ ‫ك‬ ‫ِ‬ ‫ل‬‫و‬ ‫يه‬
‫ِ‬ ‫ف‬‫ِ‬ ‫ب‬ ‫ِ ِ ِ‬ ‫ِ‬ ‫ِ‬
‫َ َ َ ْ َ ْ َ َ ْ َ َ َ َ ْ ُ َ ُ ْ َ ُّ ُ ْ َ ْ َ ُ َ َ ً‬ ‫َّ‬
‫‪ ....‬ال ِذي خلق الموت والحياة ِليبلوكم أيكم أحسن عمال‪ ....‬الملك ‪. )۲:‬‬
‫‪َ : )۱۱‬رزاق ‪:‬‬
‫روزی ورکوونکی ذات ‪ ،‬يعني روزي ور کوونکی ‪ ،‬او په هغه کي زيادت او کموبوت راوستونکی‬
‫ذات الله تعالی دی ‪ ،‬له هغه پرته د هيچا په قبضه کي دا نشته چي چا ته رزق او روزي ورکړي‬
‫ي َّ َّ َ ُ َ َّ َّ ُ ُ ْ ُ ْ ُ‬
‫الرزاق ذو الق َّو ِة ال َم ِتین ‪ :‬الذاريات ‪. )۵۸ :‬‬ ‫يا يې ورزياته او کمه کړ ( ِإن الله هو‬
‫‪02‬‬

‫پوښتنه (‪: )۱۶‬‬


‫ماليکي څوک دي !؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫فرشتې د الله تعالی غوره مخلوق دی ‪.‬‬
‫ُ‬
‫له نور څخه پيدا شوي دي ‪.‬‬
‫هيڅکله د الله تعالی نافرماني نه کوي ‪ ،‬د کوم کارحکم چي ورته شوی وي هماغه کوي ‪.‬‬
‫نه خوراک کوي نه څښاک او نه خوب کوي ‪.‬‬
‫نه ښځه دي نه نر ‪.‬‬
‫د يو مومن لپاره لکه څنګه چي بېله ليدلو پر الله تعالی ايمان درلودل ضروري دی دغه ډول‬
‫د الله پرنوراني مخلوق فرشتو هم ايمان درلودل ضروري دی ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۱۷‬‬
‫ايا ماليکي د انسان په شکل يا په بل شکل راتلالی ش ي !؟‬
‫جواب‪:‬‬
‫هو ! الله تعالی په فرشتو کي دا صالحيت ايښ ی دی چي دوی له خپل شکل پرته په بل شکل‬
‫په قصو کي چي‬ ‫ښکاره ش ي ‪ ،‬لکه د حضرت ابراهيم ‪ ،‬حضرت َمريم او حضرت لوط‬
‫ذکردي چي ماليکي د انسانانو په شکل ورته راغلي وې ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۱۸‬‬
‫د ماليکو شمېرڅو دی؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫َ‬ ‫ُ‬
‫ومايعلم جنود ربک اال هو) المدثر‪.۳۱:‬‬ ‫د ماليکوشمېرله الله تعالی پرته بل چا ته نه دی معلوم (‬
‫پوښتنه (‪: )۱۹‬‬
‫ايا ماليکي خپل نومونه هم لري ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫هو فرشتې نومان لري ‪ ،‬ځيني نومونه يې الله تعالی انسانانو ته ښودلي دي لکه ‪:‬‬
‫َ‬
‫جبرِئيل‪ ،‬ميکا ِئيل‪ ،‬اسرافيل‪ ،‬عزرائيل‪َ ،‬م ِالک‪ِ ،‬رضوان‪ُ ،‬منکراو ِنکیر‪ ،‬هاروت او َماروت‬ ‫َ‬
‫‪03‬‬

‫پوښتنه (‪: )۲۱‬‬


‫ايا الله تعالی ماليکو ته دندي او وظيفې سپارلي دي ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫هو !‬
‫الله تعالی فرشتو ته ډېرکارونه سپارلي دي ‪ ،‬مثال حضرت جبرئیل کوم چي د ټولو ماليکو‬
‫سردار دی ‪ ،‬هغه ته يې د َوحي دنده سپارلې ده چي أنبياوو ته به يې رسوي ‪ ،‬او د الله تعالی په‬
‫حکم د بنده ګانو د اړتياوو پوره کولو دنده هم دده په غاړه ده ‪.‬‬
‫او حضرت ميکائيل د باران اورلو ‪ ،‬د نباتاتو راشنه کولو مسئوليت لري ‪.‬‬
‫اسرافيل به د قيامت په ورځ په صور (شپيلۍ) کي پوکي ‪.‬‬
‫حضرت عزرائيل د روحونو په اخيستلو مأمور دی ‪.‬‬
‫همدارنګه ځيني فرشتې بيا د جنت او دوږخ څوکيداري په غاړه لري ‪ .‬او ځيني فرشتې بيا د‬
‫َ‬
‫انسانانو د حفاظت لپاره مقرري دي چي « َحفظه» ورته وايي ‪ .‬او ځيني بيا د انسانانو د‬
‫ً َ‬
‫راماکا ِتبین» ورته وايي ‪ .‬اوځينوفرشتوبيا د الله تعالی‬ ‫عملونود ليکلومصروفيت لري چي « ِک‬
‫َعرش اخيستی دی ‪.‬‬

‫پوښتنه (‪: )۲۱‬‬


‫پراسماني کتابونو دايمانو راوړلو مطلب څه دی !؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫لکه څنګه چي پرالله تعالی ‪ ،‬د هغه پر رسوالنو او ماليکو باندي ايمان درلودل ضروري دی ‪،‬‬
‫دغه رنګه پرهغو ټولو کتابونو هم ايمان درلودل ضروري دی کوم چي الله پاک پرخپلو نبيانو‬
‫نازل کړي دي ‪.‬‬
‫دا ايمان راوړل ضروري دی چي د الله تعالی نازل کړه شوي کتابونه هم حق او رښتيني دي ‪،‬‬
‫نو که يو څوک پراسماني کتابونو يا پريوه اسماني کتاب ايمان ونه لري نو هغه کافردی ‪ .‬لکه‬
‫َ‬ ‫ْ‬ ‫َ‬ ‫ُ‬ ‫َ‬ ‫َ ُ‬ ‫چي الله تعالی فرمايي ‪َ :‬و َّالذ َ‬
‫ين ُي ْؤ ِم ُنون ِب َما أ ْن ِز َل ِإل ْي َك َو َما أ ْن ِز َل ِم ْن ق ْب ِل َك َو ِباآل ِخ َر ِة ُه ْم ُيو ِق ُنون‬ ‫ِ‬
‫(البقره ‪.)۴:‬‬
‫پوښتنه (‪: )۲۲‬‬
‫کوم کوم کتابونه پر کومو کومو پيغمبرانو نازل شوي دي ؟‬
‫‪04‬‬

‫جواب ‪:‬‬
‫له حضرت آدم څخه بيا زموږ تر رسول محمد پوري ډېر کتابونه او صحيفې رانازلي‬
‫شوي دي ‪ ،‬لکه ‪:‬‬
‫تورات پرحضرت موس ی ‪.‬‬ ‫َ‬
‫زُبور پرحضرت داؤد ‪.‬‬
‫انجيل پرحضرت عيس ی ‪.‬‬
‫قرآن کريم پرحضرت محمد ‪.‬‬
‫له دې ماسوا نور کوچني کوچني کتابونه هم پر انبياوو نازل شوي دي چي هغوی ته‬
‫«صحيفې» وايي ‪.‬‬
‫مثال ‪ :‬لس صحيفې پرحضرت آدم ‪ ،‬پنځوس صحيفې پرحضرت شيث ‪ .‬ديرش (‪)۳۱‬‬
‫صحيفې پرحضرت ادريس او (لس يا ديرش) صحيفې پرحضرت ابراهيم ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۲۳‬‬
‫ايا دغه کتابونه لکه تورات انجيل وغیره اوس هم له خپلو اصلي تعليماتو سره موجود دي!؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫څرنګه چي له قرآن کريم څخه عالوه د نورو اسماني کتابونو د حفاظت ذمه الله تعالی نه ده‬
‫اخيستې ‪ ،‬نو ځکه هغه کتابونه له تحريف (الس وهني) څخه خوندي نه شول ‪ ،‬د وخت په‬
‫تېرېدلو سره خلګو په هغوی کي د خپلي خوښ ي او خواهشاتو مطابق السونه ووهل ‪.‬‬
‫نو ځکه زموږ عقيده ددغو کتابونو په اړه داده چي دا کتابونه الله تعالی پرخپلو انبياوو نازل‬
‫کړي وو ‪ ،‬وروسته د زمانې په تېرېدلو په دوی کي تحريف وشو ‪ ،‬او د قرآن کريم تر نازليدو‬
‫ورسته ددوی پیروي نه ده جائز ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۲۴‬‬
‫د اسماني کتابونو پرضرورت باندي که رڼا واچوئ !؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫په دنيا کي دا قاعده او طريقه ده چي د هررازحکومتولي ‪ ،‬او د حکومت د چارو د انتظام لپاره‬
‫يو دستور ‪ ،‬اليحه او قانون جوړيږي ‪ ،‬لکه د جرائمو د سزا قانون ‪ ،‬د فوځ او لښکر په اړه‬
‫قانون ‪ ،‬کورني ‪ ،‬ټولنیزاو د اقتصاد اړوند قوانین وغیره ‪..‬‬
‫‪05‬‬
‫َ‬
‫أحک ُم َ‬
‫الح ِاکمین ذات دی ‪ ،‬او‬ ‫نو د الله تعالی له لوري هم کوم چي د بادشاهانو باچا دی ‪،‬‬
‫َ‬
‫ټول عالم دده مخلوق او مملوک دی ‪ ،‬د خپلو بندګانو لپاره د داس ي قوانينو او ضوابطو اړتيا‬
‫وه ‪ ،‬چي د هغه په پیروي سره بنده ګان د خپل خالق اطاعت پرځای کړي ‪.‬‬
‫ً‬ ‫ً‬
‫نو له همدې وجي الهي قوانین د انبياوو په واسطه وقتا فوقتا پر امتونو باندي ‪ ،‬د کتاب يا‬
‫صحيفې په شکل رانازلېدل ‪ ،‬چي په هغه عمل کول پرټولو واجب و ‪ ،‬تر دې چي زموږ پرخوږ‬
‫نبي آخري کتاب قرآن کريم نازل کړل شو ‪.‬‬

‫پوښتنه (‪: )۲۵‬‬


‫د قرآن کريم په اړه اسالمي عقيده څنګه ده؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫د قرآن کريم په هکله زموږ عقيده داده چي دا دالله تعالی کالم دی‪ ،‬کوم چي الله پاک پرآخیري‬
‫د جبرئيل په واسطه ‪ ،‬د (درويشتو ‪ )۲۳‬کلونو په موده کي لږ لږ نازل‬ ‫نبي حضرت محمد‬
‫کړی دی ‪.‬‬
‫قرآن کريم داس ي ُمعجزه ده چي ترقيامته هيڅوک هم د هغه په څیر کالم نه س ي جوړوالی ‪.‬‬
‫قرآن کريم د مخکنيو ټولو اسماني کتابونو أحکام منسوخ کړل ‪.‬‬
‫قرآن کريم ترقيامته د انسانانو لپاره د هدايت الر‪ ،‬دستور العمل او د ژوند ضابطه ده ‪.‬‬
‫ً‬ ‫ً‬
‫په قرآن کريم کي ډېر أحکام اجماال (په مختصر ډول) يا تفصيال بيان شوي دي ‪ ،‬بيا د هغه‬
‫تشريح رسول الله په خپل قول او َعمل (حديث او سنت) سره بيان کړې ده ‪.‬‬
‫له قرآن کريم څخه پرته هم ده مبارک د الله تعالی د َوحي مطابق احکام ښودلي دي ‪ ،‬ددغه‬
‫ټولو أحکامو منل او عمل پرې کول الزم او ضروري دي ‪.‬‬
‫په قرآن کريم کي ترقيامته پوري تحريف نه ش ي کېدای ‪ ،‬ځکه د حفاظت ذمه يې پخپله الله‬
‫تعالی اخيستې ده ‪ ،‬همدغه وجه ده چي د ‪ ۱۴۱۱‬کلونو په تېرېدلو سره بيا هم قرآن کريم‬
‫هماغه ډول موجود دی لکه څنګه چي پر نبي نازل شوی و ‪ ،‬آن تر «زبر» «زير» او پيښ»‬
‫پوري هم هيڅ تغیر نه دی پکي راغلی او نه به راس ي ‪ ،‬همدغه وجه ده چي د قرآن کريم له يو‬
‫ُ‬
‫سورت ‪ ،‬آيت اولفظ بلکي له يوه حرف څخه يې هم انکارکفردی ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪ : )۲۶‬تاس ي وويل چي قرآن کريم د ‪ ۲۳‬کلونو په موده کي نازل شو ‪ ،‬حال دا چي موږ‬
‫َ‬
‫اورېدلي چي قرآن کريم په ليلة القدر(د قدرپه يوه شپه) نازل شو ؟‬
‫‪06‬‬

‫جواب ‪:‬‬
‫لوح َمحفوظ» څخه‬ ‫دا دواړي خبري صحيح دي ‪ ،‬ددې تفصيل دادی چي قرآن کريم له « ِ‬
‫مکمل اول اسمان ته په يوه وخت کي ‪ ،‬د رمضان د مياشتي په يوه شپه (ليلة القدر) کي نازل‬
‫سو ‪ ،‬همدغه خبرالله پاک په دغه آيت کي فرمايلې ده چي ‪«:‬انا انزلناه في ليلة القدر» ‪.‬‬
‫له هغه وروسته بيا له اول اسمان څخه دنيا ته پرنبي کريم د ضرورت مطابق لږ لږ د ‪۲۳‬‬
‫اس علی‬ ‫الن‬ ‫علی‬ ‫أه‬
‫تقر‬‫وقرآنا َف َرقناه ِل َ‬
‫ً‬
‫کلونو په زمانه کي نازل شو ‪ .‬لکه چي الله پاک فرمايلي ‪« :‬‬
‫ِ‬
‫ُم ٍ‬
‫کث ونزلناه تنزيال» (بني اسرائيل‪.)۱۱۶:‬‬
‫پوښتنه (‪: )۲۷‬‬
‫ايا قرآن کريم پرنبي هم په همدغه ترتيب نازل شوی دی ‪ ،‬په کوم ترتيب چي له موږ سره‬
‫نن موجود دی ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫د قرآن کريم د نزول (نازلېدو) ترتيب جال و ‪ ،‬او د ليکلو ترتيب يې جال دی ‪ ،‬کوم وخت چي‬
‫نازلېدی په دغه ترتيب نه و لکه اوس چي يې کوم ترتيب دی ‪.‬‬
‫خو د قرآن کريم موجوده ترتيب هم د الله تعالی له لوري سوی دی ‪ ،‬کله چي به يو سورت يا‬
‫به رسول الله ته ور ښودی چي دغه سورت يا آيت د فالني‬ ‫آيت نازلېدی نو جبرئيل‬
‫سورت يا آيت وروسته وليکه ‪ ،‬ده مبارک به هم اصحابو ته په همدغه ترتيب ورليکی ‪ ،‬چي په‬
‫دې توګه د قرآن کريم موجوده ترتيب را منځته سو ‪ ،‬او دا هماغه ترتیب دی په کوم ترتيب‬
‫چي قرآن کريم په لوح محفوظ کي موجود دی ‪.‬‬
‫‪07‬‬

‫پوښتنه (‪: )۲۸‬‬


‫نبوت يا رسالت څه ته ويل کیږي ‪:‬‬
‫جواب ‪:‬‬
‫دا خبره خو تاس ي ته معلومه ده چي الله تعالی د ټولو حاکمانو پر سر حاکم او د ټولو‬
‫بادشاهانو باچا دی ‪ ،‬او دا هم درته معلومه سوې ده چي الله تعالی په هره زمانه کي ‪ ،‬خپلو‬
‫بنده ګانو ته (د خپلو أحکامو د وررسولو لپاره) ځيني خاص انسانان انتخاب کړي دي ‪.‬‬
‫دغو خاصو خلګو ته چي بنده ګانو ته د الهي أحکامو کوم مسئوليت ورکول سوی دی دغه‬
‫مسئوليت او ذمه واري ته نبوت يا رسالت ويل کیږي ‪ .‬او دغو خاصو انسانانو ته نبي او رسول‬
‫وايي ‪.‬‬
‫څرنګه چي نبي او رسول د الله تعالی خاص او نژدې بنده ګان وي نو ځکه پردوی ايمان راوړل‬
‫ُ‬
‫‪ ،‬تعظيم او اطاعت يې کول فرض دی ‪ ،‬او د هغوی توهین يا انکار کفردی ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۲۹‬‬
‫د نبي او رسول ترمنځ فرق شته او که دواړه يو دي؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫هو ! په نبي او رسول کي فرق شته ‪ ،‬نبي د هغه مقدس او معصوم شخص نوم دی چي الله‬
‫تعالی بنده ګانو ته د خپلو احکامو د رسولو لپاره استولی وي عام له دې که هغه ته کتاب‬
‫ورکول سوی وي که نه ‪.‬‬
‫او رسول هغه محترم او معصوم هستي ده چي الله تعالی بنده ګانو ته د خپلو احکامو د رسولو‬
‫لپاره استولی وي او کتاب هم ور کول شوی وي ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۳۱‬‬
‫د انبياوو په باره کی اسالمي عقيده څنګه ده ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫ً‬
‫د هر مومن لپاره ضروري ده چي اجماال پر ټولو انبياوو ايمان ولري او د هغوی په باره کي دا‬
‫عقيده ولري چي ‪:‬‬
‫‪ ‬انبياء د الله تعالی ُمقرب بنده ګان دي چي د نبوت او رسالت لپاره يې انتخاب کړي دي‪.‬‬
‫‪ ‬ټول انبياء په ِصدق ‪ ،‬امانت ‪ ،‬علم او حکت کي ترټول مخلوق لوړ دي ‪.‬‬
‫‪08‬‬

‫‪ ‬ټول انبياء له هر رازصغیره او کبیره ګناهونو څخه پاک او معصوم دي ‪ ،‬هم مخکي تر‬
‫نبوت او هم وروسته ترنبوت ‪.‬‬
‫جليل القدره منصب او وظيفه ده چي د‬ ‫ُ‬ ‫او ددې وجه دا ده چي چي نبوت او رسالت يو داس ي‬
‫ُ‬
‫ټولو انسانانو رهنمايي ترهغه پوري تړلې ده ‪ ،‬او الله تعالی د هرنبي امت ته حکم کړی دی چي‬
‫هغوی د خپل نبي د هر فعل او قول پیروي وکړي ‪ .‬او دا خو ښکاره ده چي الله تعالی د ګناه يا‬
‫ناخوښه کار د پیروي حکم نه کوي ‪ ،‬نو ځکه دا الزمه شوه چي ټول انبیاء دي له ګناه څخه‬
‫پاک او معصوم وي ‪.‬‬
‫‪ ‬ټول انبياء َبشر او پاک ترينه انسانان دي ‪ ،‬ددوی هستياني له ماليکو څخه جال دي ‪،‬‬
‫څرنګه چي دوی انسانان دي نو ځکه َبشري تقاضاوي يې هم پوره کولې ‪ ،‬يعني ښځي‬
‫يې لرلې ‪ ،‬اوالدونه يې وو ‪ ،‬خوراک او څښاک يې کاوه ‪.‬‬
‫ً‬
‫‪ ‬لکه څنګه چي پرټولوانبياوو اوپرهغوکتابونوچي پردوی نازل شوي دي اجماال ايمان‬
‫درلودل فرض دی ‪ ،‬دغه رنګه پر دې خبره هم ايمان راوړل ضروردي چي ټولو انبياوو‬
‫د تبليغ او َدعوت فريضه په مکمله او ښه توګه انجام کړې ده ‪ ،‬او په هغه کي يې هيڅ‬
‫کوتاهي نه ده کړې ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۳۱‬‬
‫الله تعالی په دنيا کي څومره پيغمبران را استولي دي ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫له آدم څخه نيولې بیا زموږ ترنبي محمد پوري يې بيخي ډېرپيغمبران را استولي دي ‪،‬‬
‫چي د ځينو يادونه په قرآن کريم او حديثونو کي هم شوې ده ‪.‬‬
‫او په ځينو رواياتو کي که څه هم د انبياوو شمېر يو لک او څلرويشت زره او په ځينو کي دوه‬
‫لکه او څلرويشت زره يا دشوی دی ‪ ،‬خو بهتردادی چي د انبياوو د شمېراصلي علم الله تعالی‬
‫ته وسپارل ش ي ‪ ،‬او (اجماال) پر ټولو انبياوو ايمان ودرلودل ش ي ‪( .‬شرح فقه األکبر لمالعلي القاري‬
‫رحمه الله)‪.‬‬
‫‪09‬‬

‫پوښتنه (‪: )۳۲‬‬


‫درسول الله په هکله څنګه عيده ساتل ضروري دي!؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫د نبي په هکله د هرمسلمان لپاره الندي عقيدې ساتل ضروري دي ‪:‬‬
‫د انبياوو او رسوالنو َسيد او سردار دی ‪ ،‬پر هغه له ايمان راوړلو او د هغه پر‬ ‫(‪: )۱‬‬
‫نبوت له شاهدي پرته ايمان هيڅ حيثيت نه لري ‪.‬‬
‫(‪ : )۲‬دقيامت په سخته ورځ چي ټول مخلوق ترويري او هيبت الندي وي ‪ ،‬او انبياء د شفاعت‬
‫درخواستونه َرد کړي او معذرت وغواړي ‪ ،‬نو نبي به شفاعت کوي ‪ ،‬چي له هغه وروسته‬
‫به د خلګو حساب او کتاب پيل ش ي ‪.‬‬
‫(‪ : )۳‬دده امت به ترټولو امتونو لومړی جنت ته داخلیږي ‪.‬‬
‫الحمد» دده مبارک په الس کي وي ‪.‬‬ ‫لواء َ‬
‫(‪ : )۴‬د قيامت په ورځ به « ُ‬
‫حوض کوثرسره به همدی مبارک ونازول ش ي ‪.‬‬ ‫ِ‬ ‫مقام محمود او‬ ‫(‪ : )۵‬په ِ‬
‫(‪ : )۶‬له الله تعالی وروسته ترټول مخلوق َدی مبارک غوره ‪ ،‬افضل او الله تعالی ته خوښ او‬
‫مقبول دی ‪ ،‬په بهتري کی د مخلوق هيڅ فرد له هغه سره برابرخوهلته پرېږده ورنژدې کېدالی‬
‫ال نه ش ي‪.‬‬
‫(‪ : )۷‬درسالت عاموالی ‪َ :‬دی مبارک ترقيامته د ټولو انسانانو او د هري زمانې لپاره رسول دی‪.‬‬
‫ختم نبوت ‪ :‬د انبياوو او رسوالنو سلسله پر ده مبارک پای ته ورسېده ‪ ،‬تر ده وروسته‬ ‫(‪ِ : )۸‬‬
‫َ‬ ‫َ‬
‫الله وخات َم النبيین ‪ .‬األحزاب ‪.)۴۱:‬‬
‫هيڅ نبي او رسول نه راځي ‪ ،‬الله تعالی فرمايي ‪( :‬ولکن رسول ِ‬
‫ختم نبوت څخه منکر ش ي هغه کافر دی ‪ .‬تر نبي‬ ‫ددغه آيت له مخي که هر څوک له ِ‬
‫وروسته ډېرو د نبوت دعوې وکړې لکه ُمسيلمه کذاب او غالم أحمد قادياني (لعنة الله‬
‫عليهم) چي خپله هم ګمراهان شول او نور يې هم ګمراهان کړل‪.‬‬
‫(‪ : )۹‬رحمت او هدايت ‪ :‬الله تعالی َدی مبارک د ټول مخلوق لپاره رحمت او د هدايت باعث‬
‫په ګرځولو سره رااستولی دی ‪.‬‬
‫وجوب اطاعت ‪ :‬د نبي اطاعت پرهرشخص فرض دی ‪ ،‬دده په اطاعت کي د الله‬ ‫ِ‬ ‫(‪: )۱۱‬‬
‫اطاعت او نافرماني يې د الله نافرماني ده ‪.‬‬
‫‪21‬‬

‫(‪ : )۱۱‬محبت ‪ :‬د خپل مور ‪ ،‬پالر ‪ ،‬اوالد ‪ ،‬وروڼو او خويندو ‪ ،‬مال او دولت د ټولو په مقابل‬
‫کي ‪ ،‬ترټولو زيات له ده مبارک سره (عقلي) محبت ساتل د ايمان تقاضا ده ‪.‬‬
‫کثرت سره درود ويل ُمستحب او بې اندازې لوی عبادت‬ ‫کثرت ‪ :‬پرده مبارک په َ‬ ‫(‪ : )۱۲‬د درود َ‬
‫دی‪.‬‬
‫بشريت ‪ :‬نبي د الله تعالی بنده ‪ ،‬کامل ترين انسان او پاکترين َبشردی ‪َ .‬دی مبارک‬ ‫َ‬ ‫(‪: )۱۳‬‬
‫فرشته يا نور نه دی ‪ ،‬بلکي د آدم د پاتي اوالد په څیر َدی هم د هغه له اوالد څخه دی‪،‬‬
‫همدا د أهل السنت والجماعت عقيده ده ‪.‬‬
‫د ذات له مخي بشرنه ‪ ،‬بلکي‬ ‫ځيني د أهل السنت والجماعت ددغي عقيدې پرخالف نبي‬
‫نور بولي (العياذ بالله) ددوی دغه عقيده له قرآن او سنت له دواړو مخالفه ده ‪ ،‬لکه چي په‬
‫قرآن کريم کي فرمايل شوي دي ‪:‬‬
‫ٌ‬ ‫َ‬ ‫ٌ‬ ‫ُ ْ َّ َ َ َ َ َ ٌ ْ ُ ُ ْ ُ َ َ َّ َّ َ َ ُ ُ ْ َ‬
‫َ‬
‫احد (الكهف ‪.)۱۱۱:‬‬ ‫قل ِإنما أنا بشر ِمثلكم يوحى ِإلي أنما ِإلهكم ِإله و ِ‬
‫يعني اې محمده ! دوی ته ووايه چي زه ستاس ي په ډول انسان يم ‪ ،‬ماته َوحي کیږي چي ستاس ي‬
‫َمعبود يو دی ‪.‬‬
‫په يو بل صحیح حديث کي د سجده سهو د بيان په جريان کي نبي فرمايلي ‪:‬‬
‫شر مثلکم أنس ی کما تنسون (صحيح البخاري ‪ :‬کتاب الصالة)‪.‬‬ ‫انما أنا َب ٌ‬
‫يعني زه همدا ستاس ي په څیرانسان يم ‪ ،‬لکه څنګه چي تاسو هېره الرئ زما څخه هم هېريږي‪.‬‬
‫نو له قرآن او حدیث څخه ثابته شوه چي زموږ نبي انسان و ‪ ،‬او ترټولو په لوړ منصب چي‬
‫د نبوت او رسالت منصب دی نازول شوی و ‪.‬‬
‫دده مبارک په اړه دا عقيده ساتل چي َدی بشرنه بلکي نور دی د ِجهل عقيده ده ‪ ،‬دوی دا فکر‬
‫کوي چي په دې کي دده مبارک کمال دی چي نور وبلل س ي ‪ ،‬خو که معمولي غور وس ي نو‬
‫مالومیږي چي په جسماني لحاظ بشرکېدل دده مبارک لپاره انتهايي لوی کمال دی ‪.‬‬
‫(‪ِ : )۱۴‬معراج ‪:‬‬
‫َ‬
‫سم أطهر سره ‪ ،‬له‬ ‫زموږ دا عقيده ده چي الله تعالی زموږ نبي په بيداري (ويښه) له ج ِ‬
‫مسجد حرام څخه تر مسجد اقص ی ‪ ،‬او له مسجد اقص ی څخه د اوو اسمانونو په سفر‬
‫بوتلی ‪ .‬او په همدغه شپه يې بیرته مکه مکرمې ته تشريف راووړ‪ ،‬ده مبارک دغه سفرد جنت‬
‫پريوه سورلي « ُبراق» باندي وکړ‪ ،‬چي ددغه براق يو قدم هلته رسېدی چیري چي د سترګو نظر‬
‫رسېدی ‪.‬‬
‫‪20‬‬
‫ُ‬
‫(‪ : )۱۵‬حیات النبي ‪:‬‬
‫د اهل السنت والجماعت اجماعي او متفقه عقيده ده چي زموږ نبي په قبرکي ژوندی دی‬
‫‪ ،‬دده مبارک دغه ژوند د دنيا د ژوند په څیردی (برزخي ژوند نه دی کوم چي ټولو انسانانو ته‬
‫په قبر کي حاصلیږي) هو په دغه ژوند کي َدی مکلف نه دی ‪ .‬زموږ دغه عقيده د ټولو انبياوو‬
‫او شهيدانو په باره کی هم ده ‪.‬‬
‫له دې سره دا عقيده ساتل هم ضرورده چي پرټولو انبياوو زموږ د نبي په شمول په دې دنيا‬
‫کي مرګ راغلی دی ‪ ،‬او ټولو د مرګ خوند څکلی دی ‪.‬‬
‫لم األولین واآلخرين ‪:‬‬ ‫(‪ : )۱۶‬ع ُ‬
‫ِ‬
‫رسول الله ته تر ټول مخلوق زيات علوم عطا شوي وو ‪ ،‬په مخلوق کي هيڅوک هم د‬
‫هغه و علم ته نه ش ي رسېدالی ‪.‬‬
‫البته له دې خبري څخه دا نه الزمیږي چي هغه مبارک ته دي د هرې زمانې هره واقعه او پيښه‬
‫معلومه وي ‪ ،‬او د هغه له مشاهدې څخه د يو واقعې غائبوالی دده مبارک په علمي ُوسعت‬
‫او علمي أفضليت کي نقصان هم نه راولي ‪ ،‬لکه حضرت سليمان چي په هغه څه نه و خبر‬
‫دهد پرې خبر شو ‪ ،‬خو دا د حضرت سليمان په أفضليت او زياد علم لرلو کي‬ ‫کوم چي ُه ُ‬
‫هيڅ نقصان نه راووست ‪.‬‬
‫(‪ )۱۷‬دده مبارک د اصحابو فضيلت ‪:‬‬
‫دده مبارک أمت تر ټولو أمتونو بهتر ‪ ،‬او د هغه أصحاب د ټولو أنبياوو تر اصحابو بهتر دي ‪،‬‬
‫دده مبارک په أمت کي ترټولو أفضل حضرت أبوبکرصديق رض ي الله عنه دی ‪ ،‬بيا په ترتيب‬
‫حضرت عمرفاروق‪ ،‬حضرت عثمان غني ‪ ،‬حضرت علي مرتض ی رض ي الله عنهم دي‪.‬‬
‫او دا هم زموږ عقيده ده چي تر نبي وروسته حضرت ابوبکر تر ټولو د خالفت حقدار و ‪،‬‬
‫ځکه چي په أمت کي هغه تر ټولو أفضل و ‪ ،‬او له هغه وروسته بالترتيب حضرت عمر ‪ ،‬بيا‬
‫حضرت عثمان او بیا حضرت علي د خالفت حقداران وو ‪.‬‬
‫دغه رنګه د ازواج مطهراتو (رض ي الله عنهن) لپاره کوم چي د ټول امت مندي او له هره عيبه‬
‫پاکي دي ‪ ،‬د الله تعالی د رضا او خوشحالي دعا کول پرهرمسلمان ددوی حق دی ‪.‬‬
‫ُ‬
‫په ازواجو ُمطهراتو کي ترټولو افضله حضرت خديجه بنت خ َو ِيلد رض ي الله عنها او حضرت‬
‫عائشه (رض ي الله عنها) دي ‪.‬‬
‫‪22‬‬

‫موږ د ټولو اصحابو رض ي الله عنهم سره محبت او عقيدت د ايمان تقاضا بولو ‪ ،‬د هغوي‬
‫نېکياني بيانول ‪ ،‬د هغوی لپاره له الله تعالی څخه د رحمت او بخښښ دعاوي کول د ايمان‬
‫خاصه ګڼو ‪ ،‬د هغوی په شان کي ګستاخي کول يا نااليقه خبره کول ګمراهي بولو ‪.‬‬
‫د اصحابو تر منځ چي کوم اختالفات رامنځته شوي دي د هغوی په اړه چوپتيا د سالمتي الر‬
‫ده ‪ ،‬او په دغو اختالفاتو کي بحث او پريکړي کول د ايمان د سالميت لپاره ډېرخطرناک عمل‬
‫دی ‪.‬‬
‫حضرت امیرمعاويه رض ي الله عنه موږ په مسلمانو خلفاوو کي شمارو ‪ ،‬او د هغه د فضائلو‬
‫او مناقبو اقرارکوو ‪ ،‬او له دې سره سره له حضرت علي رض ي الله عنه سره دده مخالفت پر‬
‫اجتهادي غلطي حمل کوو ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۳۳‬‬
‫َ‬
‫ایا رسول الله ته علم غيب حاصل و !؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫صفت کمال دی ‪ ،‬دا صفت هيڅ مخلوق ته نه دی حاصل ‪ ،‬که‬ ‫ِ‬ ‫علم غيب يوازي د الله تعالی‬
‫يو څوک (بېله تاويله) دغه صفت د يو مخلوق لپاره ومني نو هغه مشرک او کافر ګرځي ‪ ،‬لکه‬
‫غيب السماوات واألرض»‪.‬‬ ‫چي الله تعالی فرمايلی ‪« :‬ولله ُ‬
‫ِ‬
‫ُ‬ ‫او په بل ځای کي فرمايي ‪َ « :‬‬
‫الغيب اليعلمها اال هو » ‪.‬‬ ‫ِ‬ ‫مفاتح‬ ‫وعنده‬
‫َ َُ َُ‬ ‫َّ َ َ َ ْ َ‬ ‫َ‬ ‫ُ َ َُ َُ ْ‬
‫او په بل ځای کي فرمايي ‪ :‬ق ْل ال أقو ُل لك ْم ِعن ِدي خ َزا ِئ ُن الل ِه َوال أ ْعل ُم الغ ْي َب َوال أقو ُل لك ْم‬
‫ََ ٌ‬
‫ِإ ِني ملك» (األنعام‪.)۵۱:‬‬
‫يعني اې نبي ! ته ووايه چي زه تاسو داس ي نه وايم چي له ما سره د الله تعالی خزانې دي ‪ ،‬يا دا‬
‫چي زه په غيبو عالم يم ‪ ،‬او نه زه تاس ي ته وايم چي زه فرشته يم ‪.‬‬
‫َ‬
‫َ ُْ ُ َ ْ َ‬
‫ته فرمايلي چی ووايه ‪َ :‬ول ْو كنت أ ْعل ُم الغ ْي َب‬ ‫پل بل ځای کي الله تعالی رسول الله‬
‫الس ُ‬
‫وء (األعراف‪. )۱۸۸:‬‬ ‫َال ْس َت ْك َث ْر ُت م َن ْال َخ ْیر َو َما َم َّسن َي ُّ‬
‫ِ‬ ‫ِ‬ ‫ِ‬
‫يعني (ووايه) که زه غيب دان (په غيبو خبر) وای ‪ ،‬نو ډيري فايدې به مي تر السه کړي وای ‪،‬‬
‫او ماته به هيڅ نقصان نه رسېدالی ‪.‬‬
‫نو معلومه سوه چي رسول الله چي ترټولومخلوق په علم کي باالتردی ‪ ،‬هغه هم په غيبو‬
‫عالم الغيب هغه دی چي بېله دې چي څوک يې خبر کړي ده ته پخپله د‬ ‫نه و عالم ‪ ،‬ځکه چي ُ‬
‫غيب ټولي خبري مالومیږي ‪ ،‬يعنی دغه علم يې ذاتي وي ‪.‬‬
‫‪23‬‬

‫رسول الله چي امت ته ځيني غيبي خبري ښودلي دي د هغوی خبرالله تعالی ده ته ورکړی‬
‫دی ‪ ،‬د هر غيب علم ده ته نه و ‪ ،‬لکه په احاديثو کي چي ډيري داس ي واقعاتي راغلي دي ‪ ،‬چي‬
‫په هغوی کي يوه کيسه پرحضرت عائش ې د تهمت لګېدلو ده ‪.‬‬
‫نو ځکه د رسول الله لپاره د « ُ‬
‫عالم الغيب» لقب استعمالول جائز نه دی ‪ ،‬او په دې کي‬
‫د ِشرک شبه شته ‪.‬‬
‫‪24‬‬

‫پوښتنه (‪: )۳۴‬‬


‫معجزه څه ته وايي !؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫د يو نبي يا رسول پرالس (د خپل نبوت د حق ثابتولو لپاره) داس ي عجیب او غريب کارښکاره‬
‫کېدل چي هغه د معمول خالف‪ ،‬او بېله ظاهري اسبابو وي معجزه بلل کیږي ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۳۵‬‬
‫ايا ټولو پيغمبرانو ته معجزې ورکول شوي دي !؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫هو ! الله تعالی چي څوک پيغمبر ګرځولی هغه ته يې معجزې هم ورکړي دي ‪ ،‬تر څو خلګو ته‬
‫د هغه پيغمبروالی په واضح ډول ثابت ش ي ‪.‬‬
‫لکه ‪ :‬پرابراهيم د اور سوړوالی ‪ .‬د حضرت صالح لپاره له غره څخه د حاملې اوښ ي‬
‫لپاره د موم په څیر د اوسپني نرمېدل ‪ .‬د حضرت سلیمان‬ ‫پيدا کېدل ‪ .‬د حضرت داود‬
‫لپاره د پېريانو او بادونو مسخرکېدل ‪ .‬د حضرت موس ی لپاره د لکړي څخه لوی مار‬
‫جوړېدل ‪ ،‬او په بغل کي د الس په اچولو او بېرته راايستلو سره د الس ځلېدل ‪ .‬د حضرت‬
‫عيس ی د الله په حکم مړي راژوندي کول ‪ ،‬پر مورزاده ړوند دالس په تېرولو سره بېنا‬
‫کېدل وغیره وغیره ‪....‬‬
‫پوښتنه (‪: )۳۵‬‬
‫زموږ نبي ته الله تعالی کومي کومي معجزې ورکړي وې!؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫ډېري معجزې يې ورکړي وې ‪ ،‬چي ځيني يې په الندي ډول دي ‪:‬‬
‫(‪ُّ : )۱‬‬
‫شق القمر‪:‬‬
‫کله چي کفارو ده مبارک ته وويل چي که تا سپوږمۍ دوې ټوټې کړه نو موږ ايمان راوړو ‪ ،‬ده‬
‫مبارک هم الله تعالی ته خواست وکړ او بيا يې د سپوږمۍ طرف ته اشاره وفرمايله ‪ ،‬هغه‬
‫دوې ټکړې شوه ‪ .‬مشرکانو يقین نه کاوه په حیرانتيا يې پر سترګو ټوکر موښ ی او ورته کتل به‬
‫يې چي يې ښه وويني ‪.‬‬
‫‪25‬‬

‫د مازديګراو ماښام ترمنځ چي څومره وخت دی دومره وخت سپوږمۍ پردغه حال وه ‪ ،‬او بيا‬
‫بیرته خپل حالت ته راغله ‪.‬‬
‫مشرکانو وويل ‪ :‬تا پر موږ جادو کړی دی ‪ ،‬موږ له راتلونکو مسافرو څخه پوښتنه کوو که‬
‫هغوی هم ددې خبري تصديق وکړ نو بيا يې منو ‪ .‬کله چي مسافرين راغلل نو هغوی هم د‬
‫سپوږمۍ د حادثې مشاهده بيان کړه ‪ ،‬خو پردې سربېره مشرکانو دا کارجادو وباله او ايمان‬
‫يې رانه وړی ‪( .‬القمر‪ . ۲/۱:‬صحيح البخاري‪ ،‬سنن الترمذي )‪.‬‬
‫(‪ : )۲‬قرآن کريم ‪:‬‬
‫رسول الله ته ترټولو لويه او ترقيامته پاتې معجزه قران کريم دی ‪ ،‬داس ي عظيم الشانه‬
‫معجزه مخکي هيڅ پيغمبرته نه وه ورکول شوې ‪.‬‬
‫قرآن کريم داس ي عظيم الشانه علمي معجزه ده چي د قرآن په څیر بليغ او فصيح کالم نه‬
‫مخکي چا جوړ کړی و او نه به يې ترقيامته څوک جوړ کړای ش ي ‪ ،‬نه په انسانانو کي ددې‬
‫طاقت شته او نه په پېريانو کي (بني اسرائيل ‪. )۸۸:‬‬
‫(‪ : )۳‬له ګوتو مبارکو څخه د اوبو بهېدل ‪:‬‬
‫صلح حديبيې پر مهال يو ځل اصحاب چي ‪ ۱۵۱۱‬شاوخوا و ‪ ،‬د اوبو د کمي سره مخ شول ‪،‬‬ ‫د ِ‬
‫او رسول الله ته يې د اوبو د کموالي شکايت وکړ‪ ،‬دلته نژدې يو لوښ ی پروت و رسول الله‬
‫له هغه څخه اودس وکړ‪ ،‬او بيا يې په هغه ظرف (لوښ ي) کي الس مبارک واچاوه ‪ ،‬نو دده‬
‫مبارک دګوتو له منځ څخه د اوبو شورهارپيل شو ‪ ،‬تردې چي ټولو اصحابو اوبه ترې وڅښلې‬
‫او اودسونه يې هم وکړل ‪.‬‬
‫حضرت جابر رض ي الله عنه فرمايلي ‪ :‬که موږ دغه ورځ يو لک کسان هم وای نو هم به مو‬
‫دغه اوبه بس شوي وای ‪(۱‬صحيح البخاري)‪.‬‬
‫(‪ : )۴‬يوې درختي دده مبارک ُحکم منل ‪:‬‬
‫يو ځل رسول الله ته د قضاء حاجت ضرورت پيدا شو ‪ ،‬او دلته نژدې مناسب ځای نه و‬
‫‪ ،‬دشيلې پرغاړه دوې درختي والړي وې ‪ ،‬ده مبارک د يوې درختي ښاخ ونيو اوورته ويې فرمايل‪:‬‬
‫د الله په حکم زما خبرومنه ‪ ،‬هغه درخته له ده مبارک سره روانه شوه ‪ ،‬لکه يو تابعداراوښ‬
‫‪ ،‬او همداس ي َدی مبارک دوهمي درختي ته راغلی او د هغې ښاخ يې ونيو ورته ويې ویل چي د‬
‫الله تعالی په حکم زما خبرومنه ‪ ،‬کله چي دواړي درختي سره يو ځای شوې نو ده مبارک قضاء‬
‫حاجت پوره کړ‪.‬‬
‫‪26‬‬

‫له دې وروسته دواړي درختي سره بېل شوې او خپلو ځایونو ته والړې ‪( .‬صحيح مسلم عن جابر)‪.‬‬
‫(‪ : )۵‬د غرونو سالمي ‪:‬‬
‫سره په مکه مکرمه کي وم ‪ ،‬او‬ ‫حضرت علي رض ي الله عنه فرمايلي ‪ ،‬چي زه درسول الله‬
‫يو وارد مکې اطرافو ته راووتلو ‪ ،‬نو کوم غريا درخته چي به مخي راتله داس ي به يې ویل ‪:‬‬
‫السالم عليک یارسول الله ! (سنن الترمذي ‪ ،‬دارمي) ‪.‬‬
‫له دې پرته هم بې شمېره معجزې وې چي د احاديثو په کتابونو کي ذکر دي ‪ ،‬او په ښکاره او‬
‫واضح ډول د رسول الله د نبوت تائيد کوي ‪.‬‬

‫پوښتنه (‪: )۳۶‬‬


‫د مرګ حقيقت څه دی !؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫مرګ د الله تعالی مخلوق دی ‪ ،‬کله چي پر يو روح لر ونکي ش ي مرګ راش ي د هغه د جسم او‬
‫روح ترمنځ رابطه له منځه وړي‪.‬‬
‫مرګ داس ي حقيقت دی چي هيڅ ملحد ‪ ،‬کافراو مشرک هم له هغه څخه انکارنه ش ي کوالی‪.‬‬
‫َ‬ ‫َ‬
‫هرروح لرونکي ش ي ته به ضرورمرګ راځي ‪ ،‬ترمرګ وروسته مړی ددنيا له عالم څخه و ع ِ‬
‫الم‬
‫َبرزخ ته انتقالیږي ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۳۷‬‬
‫د مرګ په اړه اسالمي عقيده څه ده !؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫د مرګ په باره کي زموږ عقيده داده چي د هر چا لپاره الله تعالی يو مقرر وخت ټاکلی دی ‪،‬‬
‫هيچا ته هم مرګ تر ټاکلي وخت مخکي يا وروسته نه راځي ‪ ،‬او هيڅوک هم نه ش ي ترې‬
‫خالصېدای ‪.‬‬
‫مرګ د مومن لپاره راحت او نعمت دی ‪ ،‬او دکافر او نافرمان لپاره د عذاب او عقاب شروع‬
‫ده ‪.‬‬
‫د قيامت په ورځ چي کله جنتيان جنت او دوږخيان دوږخ ته والړ ش ي ‪ ،‬نو مرګ به د يو پسه‬
‫َ(مږ) په شکل راوستل ش ي د جنت او جهنم تر منځ به حالل ش ي ‪ ،‬بيا به جنتيان همېشه په‬
‫جنت او دوږخيان همېشه په دوږخ کي وي (الله دی موږ له جنتيانو وګرځوي آمین) ‪.‬‬
‫‪27‬‬

‫پوښتنه (‪: )۳۸‬‬


‫َ‬
‫َبرزخ څه دی ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫هرانسان ترپيدايښت وروسته پردريو دورو (زمانو) تېريږي ‪:‬‬
‫الم ُدنيا بولي ‪.‬‬ ‫َ‬
‫‪ : )۱‬يوه زمانه له پيدايښته بيا ترمرګه ‪ ،‬دا ع ِ‬
‫َ‬ ‫َ‬
‫الم َبرزخ يا د برزخ َدور دی ‪ ،‬عام له دې که‬ ‫َ‬
‫‪ : )۲‬له مرګ وروسته بيا د قيامت تر راتلو (دا ع ِ‬
‫هغه مړی په قبرکي وي او که د يو حیوان په نس کي ‪ ،‬يا د درياب په تل کي او يا د بادونو پراوږو‬
‫َ‬
‫‪ ،‬مطلب هرځای چي وي هغه دده لپاره عال ِم برزخ دی) ‪.‬‬
‫دارالبقآء يا َدار َ‬
‫آخرت دی ‪.‬‬ ‫‪ : )۳‬له قيامت جوړېدلو وروسته بيا تل تر تله ‪ ،‬دا ُ‬
‫ِ‬
‫پوښتنه (‪: )۳۹‬‬
‫ترمرګ وروسته په برزخ کي له انسان سره کومه معامله کیږي؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫ترمرګ وروسته په عالم برزخ کي د مومن روح ته بشارتونه (زيري) اورول کیږي ‪ ،‬اوپه انتهايي‬
‫اکرام او عزت اوم (‪ )۷‬اسمان ته وړل کیږي ‪ ،‬او د الله تعالی په حکم يې نوم په ِع ِل ِيین کي ليکل‬
‫کیږی ‪.‬‬
‫او که کافروي نو د هغه روح په ډېرتکليف د هغه له بدنه را ايستل کیږي ‪ ،‬او په ډېره بدبويه‬
‫جامه کي به وپيچل س ي ‪ ،‬او اسمانونو ته به يووړل س ي ‪ ،‬خو د اسمان دروازې به نه ورته‬
‫خالصیږي ‪ ،‬بیا به د الله تعالی په حکم ترټولو الندي ځمکه کي غورځول کیږي ‪.‬‬
‫َ‬
‫بيا چي کله مومن يا کافردفن ش ي ‪ ،‬نو د هغه روح بیرته ورته راوګرځي ‪ ،‬او ُمنکراو نکیرپوښتني‬
‫ترې کوي ‪ ،‬که مړی مومن و ‪ ،‬نو سم جوابونه به ورکړي ‪ ،‬او که کافر و ‪ ،‬نو په جواب کي به‬
‫العلمي ښکاره کړي ‪.‬‬
‫له دې سوال وروسته به د مومن لپاره د جنت فرش وغوړول ش ي او قبر به د سترګو تر ليده‬
‫ورته پراخ ش ي ‪.‬‬
‫او د کافرلپاره به د اور فرش وغوړول ش ي ‪ ،‬اود جهنم دروازه به ورته پرانستل ش ي چي له هغې‬
‫دروازې به ده ته د جنهم ګرمي رسیږي ‪ ،‬او قبربه يې دومره تنګ ش ي چي دواړي پوښتۍ به يې يو‬
‫په بله کي سرا ننوځي ‪.‬‬
‫‪28‬‬

‫احت حق دی ‪ ،‬نو د مومنانو‬ ‫د ټول اهل السنت والجماعت عقيده ده چي د قبر عذاب او ر َ‬
‫قبرونه به له راحت‪،‬خوښ ي او ارام څخه ډک وي (الله دي مو له دوی څخه وګرځوي)‪ .‬او د‬
‫کافرانو ‪ ،‬منافقينو او ګنهګارانو قبرونه به د عذاب او تکليفونو ښکار وي (الله دي مو پخپل‬
‫فضل ترې وساتي) ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۴۱‬‬
‫ُمنکراو نکیر څوک دی ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫منکراو نکیردوې فرشتې دي چي په برزخ کي به درې ډوله پوښتني کوي ‪:‬‬
‫ستا رب څوک دی ؟‬
‫ته په کوم دين يې ؟‬
‫ستا رسول څوک دی ؟‬
‫د اهل السنت والجماعت دا عقيده ده چي کله ماليکي له مړي څخه دغه پوښتني کوي نو‬
‫ددغه مړي جسم ته دده روح راګرځي ‪.‬‬
‫‪29‬‬

‫پوښتنه (‪: )۳۷‬‬


‫د قيامت حقیقت څه دی !؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫کله چي په دې دنيا کي هيڅ د الله تعالی يادوونکی پاتي نه ش ي ‪ ،‬کفر‪ ،‬شرک او نافرماني هرلور‬
‫وغوړيږي ‪ ،‬نو د الله تعالی په حکم به اسرافيل «صور» (شپېلۍ) پوه کي ‪ ،‬چي د هغه د‬
‫هيبت ‪ ،‬او سخت اوازله وجي به ټول روح لرونکي مړه ش ي ‪.‬‬
‫ځمکه به رېزه رېزه ش ي ‪.‬‬
‫غرونه به د وړيو د ذرو په څیرپه هوا او ذره ذره ش ي‪.‬‬
‫مطلب ټوله دنيا به فنا ش ي ‪ ،‬او له الله تعالی پرته به هيڅوک هم نه ش ي پاتي ‪.‬‬
‫بيا به دوهم ځل «صور» پوه کړل ش ي ‪ ،‬نو ټول به د حساب او کتاب لپاره دوهم ځل راژوندي‬
‫ش ي‪.‬‬
‫د همدې پورته حاالتو نوم قيامت ‪ ،‬حشراو نشردی ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۳۸‬‬
‫قيامت به کله راځي !؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫د قيامت خبر انبياوو خپلو امتونو ته کړی دی ‪ ،‬خو د الله تعالی آخري پيغمر محمد دا‬
‫وښودله چي قيامت نژدې دی ‪ ،‬او زه آخري رسول يم ‪.‬‬
‫خو دا چي قيامت به کله راځي ؟ ددې سم تاريخ خو هلته پرېږده کال او صدۍ (سلیزه) يې ال د‬
‫الله تعالی پرته چاته نه ده مالومه ‪ .‬دا يو داس ي راز دی چي د الله تعالی پرته فرشتې يا نبي ته‬
‫هم نه دی مالوم ‪.‬‬
‫هوالله تعالی د رسول الله په ذريعه د قيامت نښ ي نښانې موږ ته راښودلي دي ‪ ،‬په هغوی‬
‫کي اکثره ښکاره شوي دي ‪ ،‬يو څو غټي عالمې يې پاتي دي ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۳۹‬‬
‫د قيامت عالمې څه دي ؟‬
‫صغری» يعني کوچنۍ عالمې ‪ ،‬او بل‬ ‫جواب ‪ :‬د قیامت عالمې دوه ډوله دي ‪« :‬عالمات ُ‬
‫ِ‬
‫ُ‬
‫عالمات کبری» يعني غټي عالمې ‪.‬‬
‫ِ‬ ‫«‬
‫‪31‬‬

‫صغری (کوچنۍ نښانې) ‪ :‬يعني هغه عالمې چي ښکاره سوي خو دي ‪ ،‬البته پای ته‬ ‫عالمات ُ‬
‫ِ‬
‫نه دي رسېدلي ‪ ،‬ورځ په ورځ په هغوی کي زيادت راځي او ښکاره کیږي به ‪ ،‬تر هغه چي لويي‬
‫عالمې ښکاره س ي ‪( .‬االشاعة للبرزنجي ص‪. )۴‬‬
‫وړې عالمې ډيري دي چي ځيني به يې دلته ذکر کړو ‪ ،‬رسول الله وفرمايل چي تر قيامت‬
‫مخکي به دغه شپږ (‪ )۶‬نښ ي ښکاره ش ي ‪:‬‬
‫(‪ )۱‬زما وفات ‪.‬‬
‫(‪ : )۲‬د بيت المقدس فتح ‪.‬‬
‫(‪ : )۳‬په مسلمانانو کي د یو وبايي ناروغي خپرېدل ‪.‬‬
‫(‪ : )۴‬د مال دومره زياتوالی چی خلګ به سل ديناره هم هيڅ نه ګڼي ‪.‬‬
‫(‪ : )۵‬د عربو په ُملک کي کور په کور د فتنې راتلل ‪.‬‬
‫(‪ : )۶‬د مسلمانانو او عيسايانو تر منځ صلح ‪ ،‬او بيا د عیسايانو له لوري صلح ماتول ‪.‬‬
‫(صحیح البخاري)‪.‬‬
‫په دغو پورتنيو نښانو کي پنځه ښکاره شوي دي ‪ ،‬رسول الله وفات شو ‪ ،‬د حضرت عمر‬
‫ُ‬
‫په زمانه کي بيت المقدس فتحه شو ‪ ،‬د حضرت عمرد خالفت پرمهال د مسلمانانوپه لښکر‬
‫کي د َعمواس پر سيمه داس ي «طاعون» او وباخپره شوه چي په دريو ورځو کي ‪۱۳۱۱۱‬‬
‫مسلمانان وفات شول ‪ .‬او څلورمه او پنځمه نښانه د حضرت عثمان د خالفت پر مهال‬
‫ښکاره شوه ‪ ،‬چي د مسلمانانو الس ته بې شمېره مال او دولت ورغلی ‪.‬‬
‫په يو بل حديث کي راغلي چي پرخلګو به داس ي زمانه راش ي چي پردين د ټينګېدونکي مثال‬
‫به د هغه چا په څیر وي چا چي په خپل الس کي د اور سکروټه نېولې وي (سنن الترمذي)‪.‬‬
‫تجارت به ډېرش ي ‪ ،‬تردې چي ښځه به له خاوند سره په تجارت کي شرکت اومرسته کوي‪.‬‬
‫له خپلوانو سره به قطع تعلق ډېرش ي ‪.‬‬
‫د قلم او ليک رواج به زيات ش ي ‪.‬‬
‫ي ‪( .‬أحمد)‪.‬‬ ‫د درواغو شاهدان به ډېرش‬
‫د قبيلو او قومونو مشران به منافقین ‪ ،‬رزيل ترين او فاسقان خلګ وي ‪.‬‬
‫تعليم او زده کړه به يواځي د دنيا لپاره وي ‪.‬‬
‫د خپلوانو حقوق به پايمال ش ي ‪ ،‬خو ‪ :‬له پرديو سره به بيا ښه سلوک کیږي ‪.‬‬
‫‪30‬‬

‫د ښځي اطاعت او د والدينو نافرماني به کیږي ‪.‬‬


‫په مسجدونو کي به اوازونه پورته کیږي (الترمذي)‪.‬‬
‫سالم به يوازي شتاخته ته اچول کیږي ‪.‬‬
‫کوچيان او صحرايان (دکمي درجې خلګ) به د فخر او نوم لپاره لوړ لوړ عمارتونه جوړ‬
‫کړي‪.‬‬
‫د شرابو نوم به نبيذ ‪ ،‬د سود نوم تجارت ‪ ،‬درشوت نوم ِهديه کېښودل ش ي او حالل به‬
‫بلل کیږي‪.‬‬
‫ښځي به له ښځو ‪ ،‬او نارينه به له نارينه سره واده کوي ‪.‬‬
‫ښځي به دومره نازکي جامې اغوندي چي لوڅي به په نظر راځي ‪ ،‬سرونه به يې د « ُبختي»‬
‫اوښانو د «کومي» په ډول لوړ وي ‪ ،‬خپله به هم د خلګو طرف ته ميالن کوي او خلګ به هم‬
‫ځانونو ته جلبوي ‪.‬‬
‫صغری نوري هم بيخي ډيري دي ‪ ،‬د احاديثو په کتابونو کي لیکلي دي‬ ‫خالصه دا چي عالمات ُ‬
‫ِ‬
‫‪ ،‬ددغه ټولو خبر رسول الله په داس ي زمانه کي اصحابو ته ورکړی و چي هغه وخت يې‬
‫تصور هم مشکل و ‪ ،‬خو نن يې تول خلګ په خپلو سترګو ويني ‪.‬‬

‫پوښتنه (‪: )۳۸‬‬


‫د قيامت لويي عالمې څه دي !؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫د قيامت غټي عالمې په الندي ډول دي ‪:‬‬
‫َ‬
‫ظهور م ِ‬
‫هدي ‪:‬‬ ‫ِ‬ ‫(‪: )۱‬‬
‫د مسلمانانواخیري امیربه امام َمهدي (رض ي الله عنه ) وي ‪ ،‬دده د ښکاره کېدوهماغه وخت‬
‫دی کوم وخت چي به دجال ښکاره کیږي ‪.‬‬
‫امام َمهدي به درسول الله له اوالد څخه وي ‪ ،‬نوم به يې محمد او د پالرنوم عبدالله وي‪.‬‬
‫لوړ قد ‪ ،‬مضبوط بدن او رنګ به يې ُسرخي ته مائل ‪ ،‬پراخ مخ ‪ ،‬او پزه به يې نرۍ او جګه وي‪.‬‬
‫ُ‬
‫په ژبه کي به لږ څه بنديږي ‪ ،‬کله چي يې د ژبي لکنت زيات ش ي نو پرورنونو به السونه ټکوي ‪.‬‬
‫‪32‬‬

‫امام َمهدي به په څلويښت کلنۍ کي ښکاره ش ي او تراوو يا اتو کلونو پوري به حيات وي ‪.‬‬
‫(‪ : )۲‬د دجال ښکاره کېدل ‪:‬‬
‫دجال به يو دروغجن شخص وي ‪ ،‬راسته سترګه به يې ړنده وي ‪ ،‬ورېښتان به يې د حبشيانو‬
‫په څیروي ‪ ،‬پرتندي به يې (ک ف ر) ليکلی وي‪.‬‬
‫َ‬
‫يو غټ خربه دده د سپرېدا لپاره وي چي رنګ به يې تک سپین وي ‪ ،‬ددوو غوږونو ترمنځ به يې‬
‫‪ ۷۱‬ګزه فاصله وي ‪ ،‬رفتاربه يې د هوا او ورېځي په ډول تېزوي ‪.‬‬
‫دجال به د عراق او شام ترمنځ ښکاره ش ي ‪.‬‬
‫لومړی به د نبوت دعوه وکړي ‪ ،‬او وروسته به د خدايي دعوېدارش ي ‪.‬‬
‫له هغه سره به اور وي ‪ ،‬چي َدی به جهنم ورته وايي ‪ ،‬او يوباغ به ورسره وي ‪ ،‬هغه ته به جنت‬
‫وايي ‪ ،‬خو حقيقت به ددې برعکس وي ‪.‬‬
‫له خپل لښکرسره به پرټوله مځکه وګرځي او فساد به خپور کړي ‪ ،‬چي څوک يې خبرومني په‬
‫هغه به د خپل جعلي جنت ننداره وکړي ‪ ،‬او چي څوک يې خبر نه مني هغه به خپل جهنم ته‬
‫اچوي ‪ ،‬څوک چي دده په اور کي ولوېدی ‪ ،‬د هغه لپاره اجر او ثواب يقيني او ګناوي به يې‬
‫معاف کړل ش ي ‪.‬‬
‫په همدې ګرځېدلو او فساد خپرولو کي به مکې ته ورسیږي ‪ ،‬خو د فرشتو د حفاظت له وجي‬
‫به َدی د مکې مکرمې حدودو ته نه ش ي داخلېدای ‪.‬‬
‫أحد سره به پړاو‬ ‫دلته چي ناکام ش ي نو د مدينې منورې لور ته به حرکت وکړي ‪ ،‬له جبل ُ‬
‫ِ‬
‫واچوي ‪ ،‬خو مدينې منورې ته به نه ش ي دا خلېدای ‪ ،‬ځکه هلته به هم ماليکه د حفاظت‬
‫لپاره والړي وي ‪.‬‬
‫بيا به شام ته والړ ش ي او د فلسطین يو ښار ته به ورسیږي ‪ ،‬او مسلمانان به د حضرت امام‬
‫مهدي په قيادت کي د بيت المقدس پريو غره باندي محاصره ش ي ‪.‬‬
‫(‪ : )۳‬د عيس ی را کښته کېدل ‪:‬‬
‫کله چي محاصره اوږده ش ي ‪ ،‬نو امام مهدي به له دجال سره د جنګ کولو فيصله وکړي ‪ ،‬د‬
‫جنګ لپاره به صفونه تيارش ي او دواړه لوري به جنګ ته اماده ش ي ‪.‬‬
‫په همدې دوران کي به مسلمانان د سهار د لمانځه لپاره والړ وي او امام مهدي به امامت ته‬
‫ورمخته ش ي ‪ ،‬چي حضرت عيس ی به د ِدمشق جامع مسجد پرشرقي مناره په داس ي حال‬
‫کي له اسمانه راکښته ش ي ‪ ،‬چي خپل دواړه السونه به يې د دوو ماليکو پر اوږو نيولي وي ‪.‬‬
‫‪33‬‬

‫او د امام مهدي په امامت کي به د سهارلمونځ ادا کړي ‪.‬‬


‫ُحليه او شکل‪:‬‬ ‫د حضرت عيس ی‬
‫قد درميانه ‪ ،‬رنګ سور او سپین ‪ ،‬وريښتان به يې تر اوږو پوري سيده‬ ‫د حضرت عيس ی‬
‫صاف او ځليدونکي وي لکه ترغسل وروسته چي څرنګه وي ‪ .‬په بدن به يې خام ژړ رنګه دوې‬
‫جامې وي ‪.‬‬
‫به د الس په اشاره وفرمايي چي زما او د دجال له منځه‬ ‫خالصه دا چي حضرت عيس ی‬
‫لیري ش ئ ‪ ،‬د ده په ساه کي به دومره تاثیروي چي کوم کافرباندي د هغه هوا ولګیږي مړ کیږي‬
‫به ‪ ،‬او ترکومه ځايه چي دده د سترګو ليد رسیږي هلته به دده ساه هم رسیږي ‪.‬‬
‫دجال چي حضرت عيس ی وويني نو داس ي به ويلیږي لکه په اوبو کي مالګه ‪ ،‬د تيښتي هڅه‬
‫ُ‬ ‫ُ‬
‫باب لد» کي قتل کړي (باب لد‬‫به کوي ‪ ،‬خو حضرت عيس ی به يې له تعاقب وروسته په « ِ‬
‫په دمشق [شام] کي يوه سيمه ده) ‪.‬‬
‫ددجال له قتل وروسته به مسلمانان د هغه لښکرلټوي او وژني به يې ‪ ،‬هيڅ يهودي به د پناه‬
‫ځای نه لري ‪ ،‬تر دې چي که تر يوې درختي يا ډبري شاته پټ ش ي نو هماغه درخته او ډبره با‬
‫نارې کړي چي کافردی ‪.‬‬
‫له دې وروسته به خلګ د مځکي پر مخ د امن ‪ ،‬ارام او سکون ژوند پيل کړي ‪ ،‬او امام مهدي‬
‫رض ي الله عنه به وفات ش ي ‪.‬‬
‫(‪ )۴‬یاجوج او ماجوج ‪:‬‬
‫کوه طور ته‬‫يوه ورځ به حضرت عيس ی ته د الله له لوري حکم وس ي چي مسلمانان دي ِ‬
‫بوځي ‪ ،‬حضرت عيس ی به همداس ي وکړي ‪.‬‬
‫له هغه وروسته به د ياجوج او ماجوج ديوال مات ش ي ‪ ،‬او له خپلي سيمي څخه به راووځي پر‬
‫مځکه به تباهي جوړه کړي ‪ ،‬پر کومو اوبو چي به تیريږي هغه به په چښلو سره ختموي ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۳۹‬‬
‫ياجوج او ماجوج څوک دي !؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫ياجوج او ماجوج د يو فسادي قوم نوم دی ‪ ،‬دوی د يافث بن نوح له نسل څخه دي ‪.‬‬
‫ذوالقرنین ددوی د لوټ او ظلم د مخنيوي لپاره حکم وکړ چي اوسپنیزي تختې راوړئ ‪ ،‬بيا يې‬
‫ددوو غرونو ترمنځ ک َ‬
‫نډو ډک کړ(کومه چي ددوی الروه) بيا يې خلګو ته وويل چي اوس اور په‬
‫‪34‬‬

‫پوه کولو بل کړئ ‪ ،‬تر دې چي دغه د اوسپني ديوال د اور په څیر سور شو ‪ ،‬بيا يې وويل چي‬
‫راوړئ اوس پردې باندي ويلي کړي ِمس وڅڅوم ‪( .‬الکهف ‪.)۹۶:‬‬
‫دا مضبوط ديوال تراوسه هم والړدی ‪ ،‬قيامت ته نژدې به دالله په حکم دا ديوال ونړيږي ‪.‬‬
‫مطلب دا قوم به د ديوال له نړېدلو وروسته پرځمکه وغوړيږي او سخته تباهي او بربادي به‬
‫جوړه کړي ‪ ،‬اخیربه حضرت عيس ی د ياجوج او ماجوج لپاره ښېرا (بده دعا) وکړي ‪ ،‬بيا‬
‫به الله تعالی دا قوم په يوه ناروغي مبتال کړي او مړه به ش ي ‪.‬‬
‫(‪ )۵‬د « ُدخان» دود نښانه ‪:‬‬
‫يوه ورځ به پراسمان يو خاص ډول دود وغوړيږي ‪ ،‬او بيا به پرمځکه راواوريږي ‪ ،‬ددغه دود‬
‫په سبب به مومنان خالي د زکام رنګه تکليف محسوس کړي ‪ ،‬خو د کافرانو سرونه به داس ي‬
‫ش ي لکه پراور چي يې نيولي وي ‪ ،‬دا دود به څلوېښت ورځي دوام ولري ‪ ،‬کله چي دود پرختمېدو‬
‫ش ي نو د لوی اخترورځ به رانژدې ش ي ‪.‬‬
‫(‪ : )۶‬د لويديزله لوري د لمرراختل ‪:‬‬
‫د ذي الحجې له لسمي وروسته به يوه شپه ډېر اوږده ش ي ‪ ،‬تر دې چي ماشومان به له ډېره‬
‫خوبه ستړي ش ي ‪ ،‬خلګ به پريشانه ش ي ‪ ،‬حیوانان به نعرې وهي ‪ ،‬خو سهار کیږي به نه ‪.‬‬
‫تردې چي دغه شپه د دريو شپو برابرته رسیږي نو لمربه د مغرب له لوري له يو څه روښنايي‬
‫سره راښکاره ش ي ‪ ،‬او دومره به راپورته ش ي لکه څومره چي لمر تر غرمې مخکي وي ‪ .‬او بیرته‬
‫به د مغرب لور ته ډوب ش ي ‪.‬‬
‫له دې وروسته به بیرته د نورو عامو وروځو په څیرله مشرق څخه راپورته کیږي ‪.‬‬
‫له مغرب څخه ترلمرراختلو وروسته به د توبې دروازه بنده ش ي ‪ ،‬کافربه له کفراو ګنهګاربه‬
‫له ګناه څخه توبه باس ي خو هغه توبه به اعتبار نه لري ‪.‬‬
‫َّ ُ‬
‫دابة األرض ‪:‬‬ ‫(‪)۷‬‬
‫له دې وروسته به په مکه مکرمه کی د صفا غر له زلزلې څخه وچاودي ‪ ،‬او له هغه څخه به‬
‫يو عجيبه او نادره حيوان راووځي ‪ ،‬سربه يې د غوايي ‪ ،‬سترګي د خنزير‪ ،‬غوږونه د پيل ‪ ،‬غاړه‬
‫د شترمرغ ‪ ،‬سينه د زمري ‪ ،‬اود جسم رنګ به يې د پړانګ په څیر وي ‪ ،‬بغلونه به يې د پش ي او‬
‫لکۍ به يې د پسه په ډول وي ‪.‬‬
‫د حضرت موس ی لکړه ‪ ،‬او د حضرت سليمان انګشترۍ (ګوتمۍ) به ورسره وي ‪.‬‬
‫‪35‬‬
‫َ‬
‫د هر مومن او کافر پر تندي به نښان لګوي ‪ ،‬په ټوله دنيا کي به وګرځي ‪ ،‬له خلګو سره به‬
‫خبري کوي ‪ ،‬هغه ته په کتلو سره به کافرايمان راوړي خو ګټه به نه ورته کوي ‪.‬‬
‫(‪ : )۸‬د ِي َمن اور ‪:‬‬
‫بيا به له يمن څخه يو اور راپورته ش ي ‪ ،‬چي خلګ به د محشر (شام هيواد) ته پس ي اخلي ‪،‬‬
‫قرآن کريم به د خلګو له سينو او له ورقو څخه پورته ش ي ‪.‬‬
‫(‪ : )۹‬د مومنانو مرګ ‪:‬‬
‫څه وخت وروسته به يوه ډېره خوندوره هوا راش ي ‪ ،‬او د ټولو مومنانو روحونه به قبض کړي‬
‫‪ ،‬په دنيا کي به يوازي د کفارو او بدکارانو کړني ترسره کیږي ‪ ،‬پرحکومت به د حبش ې کافران‬
‫مسلط ش ي ‪ ،‬کعبه به ونړوي ‪.‬‬
‫درې څلور کاله به همداس ي تېرش ي ‪ ،‬چي ناڅاپه به د جمعې په ورځ د محرم الحرام په لسمه‬
‫حضرت اسرافيل د صور (شپيلۍ) پوه کړي او پربدترينه خلګو به قيامت راش ي ‪.‬‬

‫پوښتنه (‪: )۴۱‬‬


‫عالم آخرت څه ش ی دی ؟‬
‫حشراو نشر‪ ،‬يا ِ‬
‫جواب ‪:‬‬
‫َ‬
‫له لومړي «صور» پوه کولو وروسته چي کله ټول عالـم نيست او نابود ش ي ‪ ،‬تردې چي پخپله‬
‫َ‬
‫حضرت اسرافيل ته به هم مرګ راش ي ‪ ،‬او له الله تعالی پرته هرڅه به فنا ش ي ‪.‬‬
‫َ‬
‫په دوهم ځلي شپېلۍ پوه کولو سره به ټول عالم بیرته راژوندی ش ي ‪ ،‬مړي به له قبرونو څخه‬
‫َ‬
‫ژوندي راووځي ‪ ،‬او ټول به سره يو ځای ش ي ‪ ،‬بيا به د َحشرميدان ته روان ش ي ‪.‬‬
‫همدغه دوباره ژوند ته َحشراو نشر‪ ،‬يا ترمرګ وروسته ژوندي کېدل وايي ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪)۴۱‬‬
‫د آخرت ‪ ،‬او د حشرد ميدان څه حاالت راته بيان کړئ !؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫َ‬
‫دوهم وارچي کله ټول عالـم را بيداراو خلګ راژوندي ش ي نو لمربه د يوه ميل په اندازه را ټيټ‬
‫ش ي ‪ ،‬او خلګ به د خپلو اعمالو له فکره په خولو کي غرق وي ‪ ،‬ځيني به تربجلکو ‪ ،‬ځيني تر‬
‫ځنګنونو ‪ ،‬ځیني ترنامه ‪ ،‬او ځيني به ترخولې پوري په خولو کي ډوب وي ‪.‬‬
‫‪36‬‬

‫دغه ورځ به خلګ له نش ې کولو پرته مدهوش او نشه وي ‪.‬‬


‫ټول انسانان به د حساب او کتاب لپاره د قيامت په ميدان کي را يو ځای شوی وي ‪.‬‬
‫زموږ د خوږ نبي په سپارښتنه به حساب او کتاب پيل ش ي ‪.‬‬
‫د ټولو سره به حساب وش ي ‪ ،‬عملنامې به وتلل ش ي ‪ ،‬د هغه لپاره به «میز ِان َعدل» يعني د‬
‫انصاف تله ودرول ش ي ‪ ،‬چي په راسته پله کي به يې ښه عملونه او چپه پله کي بد عملونه‬
‫کيښودل ش ي ‪.‬‬
‫د چا چي د نيکيو طرف دروند شو ‪ ،‬نو هغه ته به د عملونو کتاب په ښ ي الس کي ورکول ش ي‬
‫‪( .‬الله دي موږ له هغوی څخه وګرځوي آمین) ‪.‬‬
‫او د چا چي د بدو عملونو طرف دروند شو نو د هغه عملنامه به په چپ الس کي ورکړل ش ي‬
‫(الله دي موږ په دوی کي نه شماري آمین)‪.‬‬
‫نيکان به د خوشحالۍ له وجي خپله عملنامه هر چا ته ورښکاره کوي ‪ ،‬او بدکاران به د‬
‫افسوس او حسرت په حال کي ګرځي‪.‬‬
‫بيا به ټول پر ُپ ِل ِصراط تېريږي ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۴۲‬‬
‫ِپل صراط څه ش ی دی ؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫دا يو ُپل دی چي تروريښته نری او ترتوري تېره او تېزدی ‪ .‬د جهنم پرسرتېرسوی دی ‪.‬‬
‫ټولو ته به پردغه ُپل د تېرېدلو ُحکم وش ي ‪.‬‬
‫ُ‬
‫نېکان به پر دغه پل عبور وکړي او جنت ته به ځانونه ورسوي (اللهم اجعلنا منهم)‬
‫او کفاراو بدکاران به له ُپل څخه الندي دوږخ ته ولويږي ‪.‬‬
‫پوښتنه (‪: )۴۳‬‬
‫ايا ګنهګارمسلمان به هم جهنم ته ځي!؟‬
‫جواب ‪:‬‬
‫هو!‬
‫هغه مسلمان چی په دنيا کي يې د الله نافرماني کړې وي ‪ ،‬توبه يې نه وي ايستلې ‪ ،‬هغه به د‬
‫الهي قانون له مخي جهنم ته ځي ‪ ،‬کله چي هلته د خپلي ګناه سزا کاټ کړي او پاک ش ي نو‬
‫باالخره به جنت ته ځي ‪.‬‬
‫‪37‬‬

‫بلکي که په چا کي يوه ذره ايمان هم وي ‪ ،‬يا يې کلمه ويلې وي خو هيڅ نېک عمل يې نه وي کړی‬
‫‪ ،‬نو هم به د الله په فضل باآلخره جنت ته ځي ‪.‬‬
‫هو !‬
‫که يو ګنهګارالله پاک پخپل فضل معاف کړي ‪ ،‬هغه به بېله دې چي جهنم ته والړش ي ‪ ،‬سيده‬
‫جنت ته ځي ‪.‬‬

‫د اسالمي عقيدو دغه مختصره رساله پرهمدې ځای پای ته ورسېده ولله الحمد والمنة ‪.‬‬

‫هـ‬

‫‪page‬‬

You might also like