Professional Documents
Culture Documents
روښاني تګلار
روښاني تګلار
سريزه
د روښاني تصوفي طريقې سرالری بايزيد روښان چې په مس لکي توګ ه يې پ ه پښ تو ادب کې د تص وف (دي ني او
اخالقي ) موضوعات داخل ک ړي ،نوم وړي او پ يروانو يې ل ه دې الرې پښ تو ژبې ت ه ډې ر تص وفي موض وعات
لورولي دي .بایزيد روښ ان د قاض ي عبدهللا زوی او م ور يې بي بي امن ه ده چې د حالن امې د روايت ل ه مخې پ ه
۹۲۶هـ کال کې زيږيدلی دی .بایزيد روښان د ق رآن عظيم الش ان او نب وي اح اديثو د زده ک ړو ت ر څن ګ د وخت
دوديز علوم ولوستل او د همدغو علومو په رڼا کې يې د خوبونو او الهامونو په وسيله خپل عرفاني تکاملي سير تر
سره کړ.
خوب او الهام هغه څه وو چې په وسيله يې بايزيد ته بېال بېل پيغامون ه رس يدل؛ نيمګړتي اوو ت ه ب ه يې
متوجه کاوه؛ هر خوب يې يو بېل نصيحت و؛ يو مستقل پيغام په کې نغښتی و؛ هر خوب يې د ګناه د وتلو توبې او
استغفار په اړه الرښوونه وه؛ سره له دې هر خوب او الهام يې د روحاني ارتقا او ذاتي معرفت پ ر ل ور د م زل او
يون وسيله او وسله وه او په دې برخه کې يې له خپلو شخصي تجربو څخه چې د خوب ،الهام او غږونو (نداو ) په
مرسته به چې ورته کيدلې ،خپل ځان يې د سکونت ت ر مقام ه ورس اوه او پ ه دې توګ ه يې د روښ انيه پ ه تص وفي
طريقې کې خلکو ته په بېالبېلو برخو کې الرښوونې وکړې او د توحيد پر لور يې راوبلل.
بايزيد روښان
بايزيد روښان د روښاني تصوفي غورځنګ مشر او س رالری دی ،نوم وړی د قاض ي عبدهللا زوی د وزيرس تان د
کاڼي ګرم له ارمړو و ،د بايزيد د زوکړې کال د ښاغلي قلندر مومند د نوي تحقي ق مط ابق( ۹۲۶یا )۹۲۵خ وا او
شاه ګڼل کيږي(.هېوادمل)۱۳۷۹:۸۷ ،
روښ انيه تص وفي طريق ه د س يمې ل ه مهم و عرف اني او ادبي غورځنګون و څخ ه ده چې بايزي د روښ ان د
اسالمي اساساتو په رڼا کې د خوب او الهام په واسطه چې کله به په ويښه و او کله به په خوب کې ،د خپلو خلکو د
پوهولو په منظور يوه عرفاني تصوفي الر ايجاد کړه چې په پښتو ادب کې د (روښ اني تص وفي ط ريقې) پ ه نام ه
ياديږي.
د صديق روهي له نظره ((:د روښانيانو نهض ت د ش کل پ ه لح اظ عرف اني او د محت وا ل ه مخې ع ام ملي
غورځنګ دی ،هغه مؤرخان چې شکلياتو او ظواهرو ته ارزښ ت ورک وي ،طبع ا ً د روښ اني نهض ت س طحي بڼ ه
مطالعه کوي ()...روهي)۱۳۸ :۱۳۶۰ ،
نوموړی دا طريقه يواځې په خپل ځان پورې نه اړوندوي ،بلکې نوموړي په دغه الر کې له نورو پ يروانو
څخه ډېر مخکښ دی او هغه دا چې ډېر نور په ځان پسې راک اږي ن و پ ه هم دې خ اطر يې ددې تص وفي ط ريقې
لپاره پړاوونه وټاکل ،پيروانو ته يې ځانګړې الرښوونې وکړې او د دني ا او اخ رت پ ه ښ ېګڼو يې روږدي ک ړل.
(زغم)۱۶۵ :۱۳۸۸،
استاد حبيبي د بايزيد روښان ژون د پ ه درېي و مرحل و ويش ي ،نوم وړی د ژوندان ه پ ه دويم پ ړاو کې پ ر خفي ذک ر
مشغوليږي ،عبادت او رياضت ګالياو د توحيد لوړ مقام ته رسيدو په خاطر چله باس ي ،او د خوبون و ،اله امونو پ ر
مټ د تصوف او عرفان يو ځانګړی منزل ترسره کوي(.الکوزی)۲۱ :۱۳۹۸ ،
بايزيد په کوچ نيوالي کې ډي ر ذهين او هوښ يار وو ،د نوم وړي ځي نې ځ انګړنې دا وې چې ت ل ب ه يې ل ه
مشرانو څخه داسې پوښتنې کولې چې ل ه کوچني انو څخ ه ب ه يې طم ع ن ه کي ده،نوم وړي ل ه دروغ و ب د وړل او د
استادانو به يې ډير درناوی کاوه ،همدارنګه يې د خپلو خپلوانو ډير قدر کاوه ،بله مهمه ځانګړتي ا يې دا وه چې کل ه
به يې له چا څخه څه واوريدل چې دغه يا هغه عمل يا دوعا ثواب لري ،هغه به يې عملي کول ،د تواضع تر څن ګ
په سخاوت کې يې هم شهرت درلود.
بايزيد روښان د خپلو خلکو د پوهولو او د خپلې عرفاني الرې د تبليغ او عامو خلکو ته د دي ني او ش رعي
احکامو د ښوولو په منظور نوموړي په پښتو ،پاړسي ،عربي او هندي ژبو اثار وليکل چې په پښتو او پارسي ژب و
منظوم اثار لري.
د نوموړي د اوو معت برو اث ارو پ ه ل ړ کې چې ځي نې يې الس ته راغلي ،ب ل ډې ر مهم اث ر د پ ير روښ ان
حالنامه ده چې په ۱۳۸۸کال کې په منظمډول چاپ شوې؛ نوموړی اثر ډېر ب اوري او معت بر اث ر ګڼالی ش و چې
هغه په کې د خپل ژوند جد او جهد ټول حاالت په فارسي ژبه ليکلي دي ،ل ومړی برخ ه يې پخپل ه بايزي د ليکلې او
دويمه برخه يې د هغه پيرو علي محمد مخلص له خپلو يادښتونو څخه ور بشپړه ک ړې ده ،پ ه حالنام ه مي ا روښ ان
کې د روښان پير طريقې ټول منازل او مدارج نسبتا ً په تفصيل سره ذکر کړي دي(.رفيق)۱۳۹۳:۱۱۱ ،
د حالنامې لومړی برخه د بایزيد روښان د ژوند ،روحاني ارتقا او عرفاني فکرونو او منزلونو پ ه اړه ښ ه
معلومات لري او ترې څرګنديږي چې بايزيد له تصوف او ديني علومو سره زياته مين ه درل وده ،پ ه دې برخ ه کې
يې ژورې هڅې او پلټنې وکړې او خپل ځان يې د يوه نوي عرفاني مکتب جوړيدو ته چمتوکړ ،بايزيد روښان ته د
علم له حاصلولو وروسته د مخفي ذکر په واس طه د خ دای ج ل ه خ وا ورت ه اله ام وش و چې دکام ل پ ير درجې ت ه
رسيدلی دی ،هغه دې مرتبې ته د رسيدو په موخه ډير رياض تونه ګ اللي او پ ه دې اړه يې ډي ر خوبون ه ولي دل ،ل ه
حضرت خضر (ع) سره يې په خ وب کې کيس ې وک ړې او ل ه هغ ه څخ ه يې دحي ات اوب ه و څښ لې ،دا ډول ټ ول
موضوعات چې نوموړي ته يې روحانيت او ذاتي معرفت ور په برخه کړی .دا چې بايزيد روښان څنګ ه تص وف
او عرفان ته مخه کړه؟ او څنګه د تصوف په لومو کې راګير شو؟ په لنډ ډول يې دلته تر بحث الندې نيسو.
پايله
له پورته څېړنې څخه دا په ډاګه کېږي چې بايزيد روښان د شخصيت يو ځ انګړی اړخ تص وف او مع رفت دی،
نوموړی په خپل عرفاني مزل کې د خوب ،الهام او دې تجربو پ ر مکاش فو مخت ه تللی دی .بايزي د روښ ان د خپلې
روحاني ارتقا لپاره له چا څخه الس نيوی نه دی کړی ،بلکې د زي اتو رياض تونو او هڅ و پ ه واس طه د بېالبېل و
خوبونو او الهامونو په ترڅ کې يوې روحاني درجې ته رسېدلی .خپل زړه يې د معرفت په انوارو روڼ ک ړی دی
او په دې ډول يې په خپله عرفاني تګالره کې ذاتي معرفت او روحاني ارتقا تر الس ه ک ړې ده چې پ ه حالنام ه کې
يې د هر مقام لوړتيا او نزول د خوب ،الهام او غږونو(نداوو) په رڼا کې وړاندې شوي دي.د عرفان او تصوف ل ه
مخې بايزيد روښان د خپ ل وخت د اس المي م دنيت او فرهن ګ پښ تون اس تازی دی چې پ ه پښ تني ټولن ه کې يې د
انساني موجوديت په باب د خپل دوران مسایل د يوه صوفي او عارف په توګه مطرح کړي دي.
مأخذونه
آريانا دايرة المعارف .۱۳۸۶ .ل .ل .کال .لومړی ټوک .کابل :د افغانستان د علومو اکاډمۍ .1
الکوزی ،مکمل ۱۳۹۸ .ل .ل .کال .د منځنۍ دورې منتخب منظوم متون .کابل :جهان دانش خپرندويه ټولنه. .2
انصاري ،بايزيد۲۰۱۷ .ز .کال .خيرالبيان .ترتيب ،تدوين او حواش ي :حاف ظ محم د عبدالق دوس قاس مي .پېښ ور: .3
پښتو اکيډمي ،پېښور يونيورسيټي.
رفيق ،محمد رفيق. ۱۳۹۳ .ل.ل.کال.کابل مجله(د حالنامې د ليکلو اړتيا ).کابل :د علومو اکاډمۍ. .4
روهي ،محمد صديق.۱۳۶۰ .ل.ل.کال.ادبي څېړنې.کابل :پښتو ټولنه. .5
زغم ،احمدشاه.۱۳۸۸ .ل.ل.ک ال .د بايزي د روښ ان ي اد ( د پ ير روښ ان د تص وف ځ انګړنې) ،د س يد محی ال دين .6
هاشمي په زيار .کابل :د علومو اکاډمي.
زغم ،احمد شاه .۱۳۹۷ .ل.ل.کال .د عرفاني ادبياتو تيوري.کابل:کابل پوهنتون . .7
شينواری ،علي محمد مخلص ۱۳۸۸.ل کال .حالنامه حضرت ميا روښان .کابل :د اطالعاتو او کلتور وزارت. .8
کرګر،محمد اکبر.۱۳۸۹.ل.ل.کال.په حالنامه کې د بايزيد روښان عرف اني او فلس في څ ېره.کاب ل:دانش خپرندوي ه .9
ټولنه
ناګار ،فضل ولي. ۱۳۹۰ .ل.ل.کال .د بايزيد روښان عرفاني ادبي ښوونځی .جالل آباد :ناګار خپرندويه ټولنه. .10
هېوادمل ،زلمی. ۱۳۷۹.ل.ل.کال.د پښتو ادبياتو تاريخ( لرغونې او منځنۍ دوره ).کابل:دانش خپرندويه ټولنه . .11