Professional Documents
Culture Documents
اصول الافتاء و آدبهُ.pdfوهاج
اصول الافتاء و آدبهُ.pdfوهاج
فتوی اوقضاء په خپل منځ کې یو څه واضح اوښکاره فرقونه سره لري چې
په الندې ډول دي:
-:۱فتوی یوازي د شرعی حکم واضح کوونکي او ښکاره کوونکي ده فقط
برابره خبره ده یا خو به دا حکم د جواز وي ،مستحب والی ،واجب
والی ،کراهت والی او یا به د حرمت والی فتوی وي .په األفتاء کې
حسي الزام والی نشته ده چې په المستفتي باندې د عمل کولو غوښتنه
وکړي.
خو په قضاء کې حسی الزام والی شته ده هغه حکم چې قاضی صادر کړي
وي د محکوم علیه په اړه باندې ،نو په دغه حکم کې سره لدي چې حکم
واضح شو خو بل طرف ته حتمی والی او الزامي والی هم پکې شته ده.
-:۲فتوی د هغه سوال په اړه وي چې کوم سوال سائل مفتی ته وړاندې
کړي وي ،نو مفتی د هغه سوال چې د ته وړاندې شوي د هغه جواب او
حکم ور ته واضح کوي په داسي ډول چې څه رقم په سوال کې ذکر شوي
وي د هغه حکم ور ته ښکاره کوي ،او دا ور باندې الزم نه ده چې د دغه
سوال د صحت په اړه تحقیق وکړي نو له همدي وجهی کله چې مفتی د
سوال جواب ور کوي نو دغه الفاظ لیکی ( الحکم في الصورة المسؤول
عنها کذا) په مسؤوله صورت کې حکم دغه شي ده.
-:۳فتوی په هغه څه کې جاری کېږي چې د مستفتی په سوال باندې حکم
یا د وجوب ،حرمت ،روا ،مستحب والی ،کراهت والی او یا د صحت یا
د بطالن ور باندې جاری کېږي.
خو په قضاء کې دا قسم ترتیب نشته ،ځکه نشته چې حکم د مندوب والی یا
د کراهت والی دا په غیر الزامی شکل را منځته کېږي ،خو د قضاء هر
حکم اجبار او الزام لري.
-:۴فتوی یوازی په فقهیه احکام کې نه جاری کېږي بلکي تر عقائد او
عباداتو تر ټولو پوري تعلق لري یعني په هر بخش کې د دین فتوی جاری
کېږي ،خو قضاء تر عقائد او عباداتو پوري تعلق نه لري خو په یو خاص
او نازک حالت کې.
له فتوی څخه د سفلو صالحینو ویره
امام النووي رحمه هللا تعالی د ( شرح المهذب ) په مقدمه کې لیکي :پوه سه په دی
چې فتوا ور کول یو عظیم خطر ده ،ډېره واقع کېږي ،فضلیت یې زیات
ده ،ځکه چې مفتی د انبیاء صلوات هللا علیهم و سالمه وارث ده ،په فرض
کفایه مقام باندې والړ ده ،خو الکن هغه یو سخت خطر ته ور وړاندې
کیدونکي ده ،دغه رقم فرمایي :مفتی د هللا عزوجل له طرفه نؤماند یا هم
مقرر ده.
او کافی ده د مفتی لپاره دا خطر چې دی د هللا او د رسول هللا صلی هللا علیه وسلم
نائب ده په احکامو د دین کې .
او دغه رقم د مفتي لپاره دا خطر بس ده چې رسول هللا صلی هللا علیه وسلم
فرمایي :زړور کیدل ستاسو په فتوی باندې دا ور زړور کیدل دي په اور د جهنم.
امام شافعی رحمه هللا تعالی فرمایي :ما نه ده لیدلی هیڅ داسي کس چې هللا
ج دی په هغه کې دفتوی ور کولو استعداد دومره جمع کړي وي په څومره
اندازه یې چې په ابن عیینه کې جمع کړي وه ؛ خو بیا هم چې کله به له ابن
عیینه څخه سوال وشو دی به چوپ شو د سوال له جوابولو څخه کوم چې
له ده څخه شوي وه .
حضرت سفیان بن عیینه رحمه هللا فرمایي -:هغه کس چې په فتوی ور
کولو کې له نورو خلکو ښه پوهېږي عالم وی په حقیقت کې هغه چپ کېږي
د فتوا په ور کولو کې ،خو په خلکو کې زیات جاهل کس چې په فتوی به
هیڅ پوهېږي هم نه هغه به په فتوی ډېر ور زړور او خبری کوونکي به
وي په فتوا ور کولو کې .
بشر بن حارث رحمه هللا فرمایي :څوک به هم داسي وي چې دا به خوښوي
چې له ده څخه دي سوال وشي ،په داسي حال کې چې دي د فتوی ور کولو
اهل نه وي .
اشعث رح د ابن سیرین رحمه هللا څخه حکایت کوي -:کله به چې د ابن
سیرین رحمه هللا څخه د یو شي یا مسئلی په اړه ور نه پوښتنه وشوه په فقه
کې ،یا د حرامو یا حاللو په اړه ،رنګ به یې تغیر شو ،تر داسي اندازي
به یې رنګ بدل شو چې ګویا هغه رقم به پاته نشو څنګه چې مخکي ښکاره
کیدلو .
د امام مالک رحمه هللا تعالی یو شاګرد له ده څخه روایت کوي -:قسم په هللا
که چېرته له مالک څخه د یوي مسئلی په اړه ور نه سوال وشي په تحقیق
داسي به شم لکه زه چې د جنت او دوزخ په منځ کې والړ یم .
محمد بن المنکدر فرمایي -:بیشکه عالم د هللا جل جالله او د خلکو تر منځ
واسطه ده نو دی دي وګوري چې په څنګه حالت کې د دوی منځ ته ور
داخلیږي .
محمد بن واسع رحمه هللا فرمایي -:په ورځ د قیامت چې لومړی یا اول به
حساب ته را وغوښتل شي هغه فقهاء دي .
نو الزمه ده د یو مفتي لپاره چې دي په دی ځان پوه کړي چې د فتوی د ور
کولو په حال کې زه د چا نائب یم ،او په دی باید دي ځان ډاډه کړي چې
دي به سبا ورځ مسوؤل وي او د هللا جل جالله په مخکې کې به ودریږي.
دوهـــم فـصـل
هغه حدیث چې د معاذ رضی هللا تعالی عنه په اړه وارد شوي هغه حدیث ثابت ده
او ډېرو صحابؤ په هغه باندې عمل وه.
اصالً خبره دا ده کومه طریقه چې د معاذ رض په روایت کې ذکر شوي صحابؤ ک
او تابعینو په هم هغه شکل سره فتواوي ور کولي.
لکه څنګه چې الدارمي په خپل سنن کې د شریح رضی هللا عنه څخه روایت
کوي :په تحقیق سره حضرت عمر رضی هللا عنه ده ته یوه لیکنه یا لیک
ولیکو او په هغه لیکل یې ور ته داسي لیکلي وه« که چېرته یو شي د هللا په
کتاب کې راغلي وه نو په هم هغه باندې پریکړه او فیصله کوه ،که په کتاب
هللا کې نه وه نو ویې ګوره ویې لټوه په سنت د رسول هللا صلی هللا علیه کې
په هغه باندې قضاء او پریکړه کوه ،خو که چېرته داسي یوه واقعه راغله
چې حکم یې نه په قرآن کې وه او نه یې هم حکم په سنت کې وه نو بیا په
هغه څه پریکړه وکړه چې ستا مخکي خلک په هغه باندې را جمع شوي وه
یعنی په اجماع باندې ،خو که چېرته په دغو ذکر شویو ځایونو کې دی بیا
هم حکم پیدا نه کړو او نه هم له تا مخکی چا د دی مسئله په اړه څه خبره
کړي وه ،نو بیا ته په د دوو کارونو له جملی څخه په یوه کې اختیار مند یې
،که دی خوښه وه په رأیه سره اجتهاد وکړه او وړاندې والی ور باندې
وکړه ،او که دی چېرته خوښه وه نو چې خپله پریکړه وځنډوي نو ویې
ځنډوه ،خو خپله پریکړه مه ځنډوه خو مګر هغه وخت یې وځنډوه چې کله
دي تر خپلي رأیه خیر او بهتره څه په نظر در غلو بیا خپله پریکړه
وځنډوه.
او دغه رقم الدارمي یو بل روایت د عبیدهللا بن ابی یزید څخه روایت کوي
او فرمایي « -:حضرت ابن عباس رضی هللا عنه داسي وه چې کله به د یو
کار او مسئلی په اړه ور نه پوشتنه وشوه ،نو یا به یې جواب د قرآن څخه
ور کولو ،او که به په قرآن کې د دی مسئلی په اړه کوم خبر موجود نه نو
بیا به یې د رسول هللا صلی هللا علیه وسلم په سنت باندې جواب او حکم
کولو ،که به چېرته د رسول هللا صلی هللا علیه وسلم څخه هم په دغه مسئله
کې کوم خبر موجود نه وه نو بیا به یې د حضرت أبي بکر او حضرت عمر
په فیصله باندې فیصله کوله ،خو که به یې د دوی دواړو څخه هم کوم قول
کې پیدا نه کړو نو بیا یې په رأیه او اجتهاد سره پریکړه کوله .
د صحابؤ په زمانه او عهد کې فتوی
ابن قیم رحمه هللا په (اعالم المعوقین ) کې ذکر کړي هغه کسان چې د رسول هللا
صلی هللا علیه وسلم څخه یې فتوی زده او یاده کړه هغه ۱۳۵کسان وه چې په
هغوي ښځي او سړې وه.
دغه اصحاب د فتوی په درۍ برخو تقسیم شوي دي-:
-:۱المکثرون فی الفتوی -:دا هغه کسان دی چې ډېري فتواوي ور څخه صادري
شوي دي ،او دغه
کسان اووه کسه دي چې عبارت دي له ۱ :عمر بن الخطاب ۲ ،علی بن ابی
طالب :۳ ،عبدهللا بن مسعود :۴ ،عائشه ام المؤمنین -:۵ ،زید بن ثابت -:۶ ،
عبدهللا بن عباس -:۷ ،او عبدهللا بن عمر رضی هللا تعالی عنهم اجمعین دي .
ابن حزم ذکر کوي که چېرته د دغو کسانو فتواوي د هر یو کس صادري شوي
فتواوي جال جال را یو ځای شي نو د هر یو د فتواوو څخه به یو ضخم او لوي
کتاب جوړ شي.
-:۲المتوسطون فی الفتوی -:هغه صحابه چې د هغوي څخه اندازه فتواوی
صادری شوي وي چې تعداد یې ډېر ده خو ځیني له هغوي څخه عبارت دي-:
ابوبکر ،ام سلمة ،انس بن مالک ،عثمان بن عفان ،طلحه ،زبیر ،عبدالرحمن
بن عوف ،ابو هریره ،معاویه ،عمران بن حصین او عبادة بن صامت رضی هللا
تعالی عنهم اجمعین دي.
ابن حزم وایي د دوی له فتواوی څخه به یو کوچني کتاب جوړ کړاي شي په
خالف د مکثرینو صحابؤ.
-:۳قلیلون فی الفتوی -:هغه صحابه چې د هغوي څخه په ډېره کمه اندازه یا خو
یوه فتوی او یا هم دوه فتواوي صادري شوي وي ،د دوی د ټولو د فتواوو څخه
یوه کمه اندازه کتاب جوړیږي .
مثال لکه -:ماعزا رضی هللا عنه او غامدیة رضی هللا تعالی عنها ( دغو دواړو د
خپل ځان په اړه فتوی صادره کړي وه مخکی له دی چې له پیغمبر علیه السالم
څخه اجازه وغواړي ،او د خپل جرم په اړه یې اقرار وکړو.
خو په معاصرو علماء کې ځینو علماؤ د ځینو صحابؤ فتواوي په جال جال کتابونو
کې رل ټولي کړي دي -:
-:۱موسوعة فقه ابی بکر صدیق رضی هللا عنه -:۲ ،موسوعة فقه عمر بن
الخطاب -:۳ ،فقه عمر بن الخطاب موازنا ً بفقه أشهر المجتهدین :۴ ،فقه عمر
..........................
د تابعینو په زمانه کې فتوی
شیخ ولی هللا الدهلوی په خپل کتاب چې نوم یې (حجة هللا البالغة ) ده دی فرمایي«
په دی خبره پوه او خبر شه چې د رسول هللا صلی هللا علیه وسلم په وخت کې فقه
لیکل شوي نه وه ،او نه هم په هغه وخت کې د احکام په اړه داسي بحث کیدلو
لکه په څه ډول چې په نن عصرکې د فقهاء تر منځ بحث ور باندې کېږي ،ځکه
دغه فقهاء داسي کار او کوشش وکړو چې د خپل کوشش او زیار په واسطه سره
یې ارکان ،شروط او آداب د هرشي یې روښانه کړو ،او هر یو یې له هغه بل
څخه جدا کړو.
خو لکن د رسول هللا صلی هللا علیه وسلم په زمانه کې داسي نه وه بلکي رسول هللا
صلی هللا علیه وسلم به د صحابؤ په مخکي اودس تازه کړو او صحابؤ به هم ور
ته کتل ،نو صحابؤ به هم په هغه طریقه اودس کولو غیر له دی چې صحابه
پوښتنه وکړي د ارکان په اړه یا د ادابو په اړه .
نو لکه څنګه مو چې مخکې واضح کړله دا خبره چې د پیغمبر علیه السالم په
وخت کې د استفتاؤ جوابونه خپله پیغمبر علیه السالم ور کولو ،خو وروسته د
رسول هللا صلی هللا علیه وسلم څخه د فتوی په ور کولو کې د صحابؤ او تابعینو
تر منځ اختالف را منځته شو.
او دغه اختالف څو اسباب لرلو-:
-:۱د پیغمبر علیه السالم د وفات څخه وروسته صحابه مختلفو ښارونو ته والړ ،
او هلته هر یو صحابي د هغه ناحی یا کلی امام او مقتدی جوړ شو.
-:۲ځینو د دوی څخه په قیاس عمل کولو او منلو یې خو ځینو نورو بیا قیاس نه
منلو.
-:۳او د هر یوه د واقعه شوي واقعه په اړه هغه جواب ور کولو چې کوم د ده په
توان کې به وه.
-:۴د یو لفظ څو مختلفي معناوي د دي المل شوي چې اختالف را منځته شو.
-:۵د اسباب نزول په اړه مختلف نظریات د دی المل شو چې اختالف را منځته
شو.
-:۶د اعراب د بدلون په وجه اختالف را منځته شو ،هر یوه به د هغه خپل قراءت
په شان ترجمه او تفسیر ور ته کولو.
نو کله چې صحابؤ مختلفو ښارونو ته هجرت وکړو هلته دوی د هغه ښار د خلکو
لپاره د مقتدا حیثیت خپل کړو ،او تابعینو هر یوه به د خپل شیخ څخه په حاصل
کړای شو شیانو عمل او تمسک کاوه .
شیخ ولی هللا الدهلوي فرمایي « سعید او د هغه ملګرو به د اهل الحرمین خلک په
فقه کې تر نورو خلکو پوه ګڼل ،او د دوی اصلی الره او مذهب په فتواووکې د
عبدهللا بن عمر ،عائشة او د ابن عباس رضی هللا عنهم اجمعین قضایا او فتواوی
وي.
د ابراهیم او د هغه ملګرو به عبدهللا بن مسعود د ټولو خلکو څخه په فقه کې قوی
بللو او اصالً دوی د عبدهللا بن مسعود ،حضرت علی او قاضی شریح په فتواوو
اوقضیو باندې مخکی روان وه او اصالً یې د دوی الره نیولی وه.
او سعید بن المسیب د مدینه منوری د خلکو لپاره مقتدی وه او د عمر بن الخطاب
او نورو صحابؤ له فتؤاؤ څخه یې اخذ کولو.
د فقه لیکل او تدوین یې
د صحابؤ او مشرانو تابعینو په وخت کې فقه په روایت الحدیت پوري تړلی او
مرتبطه وه ،بغیر له دی څخه چې فقهی استنباط ور ته ور داخل کړي مګر ډېر
نادر ځای به پیښیدلو چې هلته به استنباط فقهی هم پکې داخل وه.
خو ځینی د دوی څخه داسي وه چې خپلو شاګردانو ته یې سره د روایت الحدیث
یې هغه فقهی او استنباط شوي احکام د فقهي یې هم ور وښودل سره د روایت
الحدیث .
خو دا چې اسالم د ځمکي مختلفو ساحو ته ور سیدلو او حاالتو د دی تقاضا کوله
چې فقه مدون شې ځکه عوامو ،او خواصو ټولو ور ته ضروت او احتاج لرلو
چې تر څو احکام فقهیه چې دوی ور ته په ژوند کې ضرورت لري زده او ویې
پېژني .
نو ځینو تابعینو احادیث او آثار د فقه د بابونو په شکل په بابونوترتیب او ویې
لیکلو ،او دغه اوله ابتدا وه د فقه د لیکلو ؛ مثال :د االبواب کتاب چې امام شعبی
ترتیب کړو او سنن چې مکحول الشامي رحمهم هللا تعالی ترتیب او ولیکلو.
خو لیکن الرامهرمزي ذکر کوي -:اول تصنیف چې وکړو په علم فقه کې او په
بابونو یې مشتمله کړه هغه الربیع بن صبیح وه چې د بصري اوسیدونکی وه ،
وروسته بیا سعید بن أبي عروبة ،وروسته معمر بن راشد چې د یمن وه او ابن
جریج چې په مکه کې وه ،وروسته امام مالک او نورو علماء ترتیب ور کړو.
په تحقیق سره امام ابوحنیفة رحمه هللا تعالی تالیف کړو یو کتاب په نامه سره د
« کتاب اآلثار» ،او ویل کېږي چې ابن أبي ذئب هم یوه موطأ ولیکله چې د امام
مالک رحمه هللا تعالی د موطأ څخه لویه وه .
اصحاب الحدیث او اصحاب
الرأي
همیشه مفتي د هغه وخت هم په تقوا او هم په علم کې ډېر مؤثق او باوري کس به
وه ،نو هغه کسانو چې سؤال به یې کړي وه کله به چې مفتي ور ته جواب ور
کړو نو دوی د دلیل مطالبه او غوښتنه نه ور څخه کوله ،او دا په اصطالح کې د
تقلید معنی هم ده.
د تقلید تعریف :تقلید په لغت کې د قالده د مادی څخه اخیستل شوي چې هار ،او
یا هم پړي ته وایي چې کله د انسان په غاړه کې وي نو بیا هار ته ویل کېږي ،او
که چېرته د حیوان په غاړه کې وي نو بیا ور ته پړي یا پټۍ ور ته ویل کېږي په
اصطالح کې په اصطالح کې تقلید دیته ویل کېږي چې د یو مجتهد عالم په
رهنمایي کې په دین عمل وشي( احقاق الحق :ج .)۱