You are on page 1of 34

‫بسم الله الرحمن الرحیم‬

‫دغاشیه سورت تشریح‬


‫د لوراند او لورين الله په نامه‬
‫ژباړه او څېړنه‪:‬‬
‫سورةالغاشیه‬
‫احمد حسین عنایت‬
‫د غاشیه سورت (‪)۸۸‬‬
‫د «الغاشية» سورت مکي دی (‪ ) ۶۲‬آیتونه یوه رکوع لري په تالوت کې (‪ ) ۸۸‬په نزول کې‬
‫(‪ )۲۸‬سورت دی د «الذاریات» له سورت څخه وروسته نازل شوی دی‬

‫له مخکيني سورت سره يې اړیکه‪:‬‬


‫د تالوت په لړ کې له دې څخه مخکینی سورت « اعلی» دی‪ .‬له دې سره سره چې د«غاشیه»سورت د «اعلی»له سورت‬
‫سره ظاهراً متفاوت ښکاري خود مطلب او معنا د روش له پلوه یوتربله څو ورته څپرکي لري‪ .‬چې په الندې توګه‬
‫څرګندیږي‪:‬‬
‫‪۱‬ــ په دواړو سورتونو کې د «خلقت» موضوع د توحید او ربوبیت پر بنسټ تر پاملرنې الندې نېول شوې ده‪ .‬په دې‬
‫توپير چې په «اعلی» سورت کې د خلقت مسئله په ټوله کې او عمومي توګه مطرح شوې (الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّى وَالَّذِي‬
‫قَدَّرَ فَهَدَى )‪ ،‬او په «غاشیه» سورت کې اوښ ته په ځانګړې اوټاکلې توګه د چاپیریال او شرایطو سره د انطباق د‬
‫څرګندې نمونې او مصداق په عنوان اشاره کوي ( اَفَلَا يَنْظُرُونَ اِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ)‪.‬‬
‫‪۶‬ــ د ټولنپېژندنې له ليده‪،‬د توحید‪ ،‬نبوت او آخرت په وړاندې د انسانانو دوه ډلې کېدل‪ ،‬په دواړو سورتونو کې د‬
‫خبرې محور دی‪ .‬په «اعلی» سورت کې د «خشیت» له اړخه‪ ،‬موضوع مطرح کوي [بعنې د پالونکي رب په حضور‬
‫کې د عمل د پایلې په اړه وېره‪ ،‬اندېښنه او اضطراب‪ ،‬او یا له دې حالته محرومېدل او د کړونو له پایلې بې پروايي‪،‬‬
‫بې غمي او غفلت] (سَيَذَّكَّرُ مَنْ يَخْشَى وَيَتَجَنَّبُهَا الْإَشْقَى )‪ ،‬او د «غاشیه» په سورت کې د «وجوه» له اړخه یعنې د‬
‫لورې موندل‪ ،‬د موخې ټاکنه‪ ،‬د الرې او منزل غوره کول چې د هدف او ایډیال لور ته په مخ کولو تحقق مومي‬
‫(ُوجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَاعِمَةٌ)‪.‬‬
‫‪ ۳‬ــ د پيغمبرۍ دنده او وظیفه «تذکر ورکول» او د کړنو په پایلو ويښيارول او پوهول په دواړو سورتونو کې اصلي‬
‫محورونه دي‪ .‬دا موضوع چې د تذکر په ګټورتوب ‪،‬او هغه ته په شا نه کولو او ناشکرۍ نه کولو پورې مشروطه او‬
‫اړينه شوي ده په دواړو سورتونو کې پرې ټينګار شوی دی‪:‬‬
‫سورةاالعلی‪ :‬فَذَكِرْ اِنْ نَفَعَتِ الذِكْرَى‪ ،‬ىسَيَذَّكَّرُ مَنْ يَخْشَى وَيَتَجَنَّبُهَا الْإَشْقَى‬
‫سورةالغاشیه‪ :‬فَذَكِرْ ِانَّمَا اَنْتَ مُذَكِرٌ ‪ ،‬لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْطِرٍ ‪ ،‬اِلَّإ مَنْ تَوَلَّى وَكَفَرَ‬
‫په حقیقت کې د « اِنْ نَفَعَتِ الذِكْرَى » شرط د « اِلَّإ مَنْ تَوَلَّى وَكَفَرَ » له توضیح سره روښانه کوي چې « تذکر» به یوازې‬
‫هغو کسانو ته چې مخه کوي (د تولی پر ځای ) قدر پیژني او شکر کوي ( شکر د کفر پر ځای) مفید او ګټور وي‪.‬‬
‫‪ ۴‬ــ هغه کسان چې د پیغمبر «تذکرات» له پامه غورځوي او اعتنا ورته نه کوي او په پرله پسې توګه خپلو ناسمو کړنو او‬
‫بې الریو ته دوام ورکوي‪ ،‬هرومرو به د خپلو کړنو او السته راوړنو په پایلو اخته کيږي د خپلو ستمګرانه کړنو په اور‬
‫کې به ننوځي‪ .‬په دواړو سورتونو کې «د اورد څکلو» (یصلی النار ) پرموضوع ټينګار شوی دی‪:‬‬
‫اعلی‪( :‬دولسم آیت) الَّذِي َيصْلَى النَّارَ الْکُبْرَى‬
‫غاشیه‪ ( :‬څلورم آیت) تَصْلَى نَارًا حَامِيَ ًة‬
‫د «غاشیه» سورت یو لنډ سورت دی او نوم يې په یوه پراخه او لویه پدیده او ښکارنده‬
‫داللت کوي چې ټول څيزونه په ځان کې پټوي ‪« .‬غاشیه» د «غشاء» په څير‪ ،‬هغه څیز دی‬
‫چې بل څيز رانغاړي او پوښښ ورکوي‪« .‬غاشيه» یوه پېښه ده د بېلګې په توګه د زلزلې په‬
‫څېر نه ده‪ ،‬زلزله د ځمکې په هغه نقطه کې پېښېږي چې د زلزلې مرکز دی او لمن يې په هر‬
‫حال پراخه نه ده‪ ،‬محدوده ده او ټول ځایونه نه نيسي‪ ،‬یا سېالو چې راځي په یوه محدوده‬
‫ال کله چې لمر روښانه شي‪ ،‬وړانګې يې لږ تر لږه نیمه ځمکه رانغاړي‬
‫سیمه کې وي؛ خو مث ً‬
‫او پرې تاوېږي‪.‬له دې حالت سره سره بېا هم نه شو ویلی چې غاشیه دی‪ .‬خو ښايې وکړای‬
‫شو د جاذبې ځواک د مثال په توګه راوړو او ووایو چې ټوله ځمکه يې را نغاړلې ده‪ .‬غاشیه‬
‫داسې یو څيز دی‪ .‬او حتی له هغې وراخوا‪ ،‬یعنې له داسې یوې پېښې خبره کيږي چې نه‬
‫یوازې ځمکه بلکه ښايي زمونږ شمسي منظومه او له هغې ور اخوا هم راونغاړي‪ .‬یعنې خبره‬
‫له قیامت او پاڅون ده چې د باور نه کیدونکو واټنونو بوه پېښه ده‪ .‬یوه پېښه چې زمونږ د‬
‫جهان ټول څيزونه به د هغې د نفوذ او اغېز تر چتر الندې ونېول شي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ ال َّرحِيمِ‬

‫هَلْ اَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ ﴿‪﴾۱‬‬


‫( ‪)۱‬‬
‫[= د هغې له‬ ‫آیا د غاشیه [ټول شموله او پوښوونکې] پېښې خبر در رسېدلی دی؟‬
‫ماهیت او اصل څخه خبر يي ؟]‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫هَلْ اَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِ َيةِ‪ .‬هَلْ یعنی آیا‪ .‬اَتَاكَ پر تا راغلی؟ یعنې آیا پوه شوی يې او اورېدلي‬
‫دې دي؟ حَدِيثُ یعنی نوی څيز‪ ،‬حادثه‪ .‬حوادث‪ ،‬چې د حادثه جمع ده‪ ،‬یعنې هغه څيزونه‬
‫چې تازه پېښ شوي دي یا پېښيږي‪ .‬د قرآن له خپلو نومونو څخه یوهم «حديث» دی‪َ :‬فبِاَيِ‬
‫حَدِيثٍ بَعْدَهُ ُيوْمِنُونَ‪ )۱(.‬وايي چې که په دغه حدیث ایمان نه راوړئ نو پرته له دې به یا‬
‫وروسته له دې به په څه خبره او حدیث ایمان راوړئ؟ ځکه چې مشرکانو به ویل چې دا‬
‫خبرې چې قرآن يې کوي له اساطیرالولین څخه دي او مونږ له پخوا دا خبرې اورېدلي دي‪.‬‬
‫ویل به يې چې د حضرت نوح له مهاله او ان د حضرت آدم له زمانې خبره له معنویت او د‬
‫دین له اخالقو وه او نورې دا خبرې زړې او پخوانۍ شوي دي‪ .‬د خدای او آخرت او عبادت‪،‬‬
‫صالح او نېک عملونه او داسې څيزونه نور منسوخ شوي دي‪ ،‬دا خبرې مو دومره ډېرې‬
‫اورېدلي چې نور مو ترې غوږونه ډک دي؛«نوې تازه خبره راوړه چې يې خوند بل شان دی»‪.‬‬
‫په داسې حال کې چې قرآن وايي دا خبرې ټولې نوې دي؛ نوې په دې معنا چې د انسان د‬
‫اړتیا او د سړي د روح له تندې سره برابرې او وړ دي‪ .‬نو په ټوله کې نوې دي‪ .‬او دا چې تل په‬
‫پرله پسې توګه نوې کېږي‪ ،‬څرنګه چې د هر زمان او مکان سره سمون او وړتیا لري نو له دې‬
‫امله تازه دي‪ .‬نو له همدې امله دی چې قرآن ځان ته «حدیث» وايي‪ .‬زمونږ د پیغمبر خبرو‬
‫ته هم له دې امله «حدیث» وايي چې تازه خبرې يې کړي دي او بیانونه او ویناوې يې د عادې‬
‫خلکو له وینا او خبرو سره توپير لري‪.‬‬
‫نو پر دې بنسټ‪ ،‬حَدِيثُ الْغَاشِ َيةِ‪ .‬یعنې د ا یوه بې سارې «حادثه» ده چې پېښه به شي‪ .‬او آیا‬
‫تا هغه اورېدلې ده او خبر يې تاته رسېدلی دی؟ له دې سره سره په دې سورت کې‪ ،‬د دې‬
‫پېښې ‪ ،‬یعنې د قیامت او بېا پاڅون د پېښې په اړه ‪ ،‬دومره څه نه وايي یوازې یوه اشاره‬
‫غوندې ورته کوي او ترې تېرېږي‪ .‬خو په نورو سورتونو کې يې پرې په ډېره پراخه کچه‬
‫خبرې کړې دي‪ .‬د بېلګې په توګه د «تکوير» په سورت کې‪ :‬اِذَا الشَّمْسُ كُوِرَتْ (‪ )۶‬هغه مهال‬
‫چې لمر ومروړل شي [تاو راتاو‪ ،‬غونج‪ ،‬تنګ او تېاره شي]‪ .‬یا د «انفطار» په سورت کې‪ :‬اِذَا‬
‫طرَتْ‪ )۳( .‬یعنې هغه مهال چې آسمان وچوي [ څيري شي‪ ،‬چاود پکې وشي‪،‬‬
‫السَّمَاءُ انفَ َ‬
‫سوری شي] او د جاذبې د نښلولو ټولې اړيکې چې لږ تر لږه زمونږ د کهکشان ستوري يې‬
‫سره نښلولي دي یو تر بله وشلېږي او د ستورو دا د اړیکو نظم له منځه والړ شي‪ .‬يا د‬
‫خرَجَتِ الْإَرْضُ اَثْقَالَهَا‪ )۴(.‬يا د‬
‫«زلزال» په سورت کې‪ :‬اِذَا زُ ْلزِلَتِ الْإَرْضُ زِلْزَالَهَا‪ .‬وَاَ ْ‬
‫«قارعه» په سورت کې‪ :‬الْقَارِعَةُ‪ .‬مَا الْقَارِعَةُ‪َ .‬ومَا َادْرَاكَ مَا الْقَارِعَةُ‪ )۵(.‬يا د «انشقاق» په‬
‫سورت کې‪ِ « :‬اذَا السَّمَاء انشَ َّقتْ‪ )۲( .‬هغه مهال چې اسمان څیرې شي [چاود پکې وشي] ‪.‬‬
‫په دغو ټولو نسبتاً وړو سورتونو کې په ټوله کې ــ او هر یو له ځانګړې زاويې ــ دغې پدېدې‬
‫ته‪ ،‬چې نه پوهېږو څوسوه‪ ،‬څو زره یا څو میلیون کاله وروسته به پېښه شي‪ ،‬اشاره کوي‪.‬‬
‫د «غاشیه» په سورت کې يې یوازې همدا نوم د دې واقعې لپاره ذکر کړی چې یو مبهم نوم‬
‫دی؛ یعنې یوه داسې پېښه چې هراړخيزه او ټولشموله ده او له توپیر پرته ټول څیزونه‬
‫رانغاړي او یوازې د انسان وضعیت له دې پېښې وروسته بیانوي‪:‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۱‬ــ حدیث پر بې ساري او تازه پېښې داللت کوي‪ ،‬او غاشیه پر ټولشمولوالي او د هر کس‬
‫غشَیَ [وپوښه‪ ،‬ونغاړه]‬
‫او هر څيز پر پوښلو او نغاړلو داللت کوي‪ .‬له ‪ ۶۲‬ځلو څخه چې د َ‬
‫مشتقات په قرآن کې کارول شوي دي‪ ،‬دا یوازينی مورد دی چې د معرفه فاعل اسم په بڼه‬
‫[الْغَاشِيَةِ] راغلی چې د قیامت په ورځ د انسانانو د بدو او ناسمو کړنو د پایلو په مسلط‬
‫کیدلو او ټولشمولوالي داللت کوي‪ .‬غِشاوه داسې یو څيز دی [لکه ټوکر او پرده] چې د هغې‬
‫په توسه څيزونه پوښل کېږي او پټېږي‪ .‬هغه څه چې د سړي د بصیرت له سترګو په مجازي‬
‫توګه پټېږي هم غشاوه ویل کيږي‪ .‬د پوښوونکو او ټولشموله نغاړونکو او پټوونکو الملونه‬
‫ډیر دي چې ځېنو ته يې په قرآن کې اشاره شوې ده‪ ،‬لکه د ټولشموله شپې تیاره [ اعراف ‪۵۴‬‬
‫(‪ ،)۵۴:۵‬یونس ‪ ،)۶۵:۱۲( ۶۵‬رعد ‪ ،)۳:۱۳( ۳‬شمس ‪ )۴۱:۲۱( ۴۱‬او لیل ‪،])۱۳ :۱( ۱‬‬
‫د ليد او بينش تیاره [بقره ‪ ،)۵:۶( ۵‬یاسين ‪ )۲:۳۲( ۲‬او جاثیه ‪ ،])۶۳:۴۵( ۶۳‬د مرګ‬
‫چاپیرنه [احزاب ‪ )۱۲:۳۳( ۱۲‬او محمد ‪ ،])۶۲:۴۵( ۶۲‬د خوب د امنیت او سوکالۍ‬
‫احساس [آل عمران ‪ )۱۵۴:۳( ۱۵۴‬او انفال ‪ ،])۱۱:۸( ۱۱‬هغه پوښښ چې د سر له پاسه‬
‫يې ایږدي [هود ‪ )۵:۱۱( ۵‬او نوح ‪ ،])۵۱ :۵( ۵‬له سره د اوبو اووښتل [نور ‪،)۴۲:۶۴( ۴۲‬‬
‫طه ‪ )۵۸:۶۲( ۵۸‬او لقمان ‪ ،])۳۶:۳۱( ۳۶‬چاپېریدونکی لوګی [ دخان ‪ ،])۱۱:۴۴( ۱۱‬د‬
‫سدر ونې پوښښ [نجم ‪ ،])۱۲:۵۳( ۱۲‬دوه ځانې کېدل یا بالربېدل [اعراف ‪۱۸۲‬‬
‫(‪ ،])۱۸۲:۵‬د جهنم اور [ابراهیم ‪ ،])۱۴ :۵۲( ۵۲‬او عذاب [اعراف ‪ ،)۴۱:۵( ۴۱‬یوسف‬
‫‪ ،)۱۲۵:۱۶( ۱۲۵‬عنکبوت ‪ )۵۵:۶۲( ۵۵‬او نجم ‪.])۵۴:۵۳( ۵۴‬‬
‫لکه څرنګه چې کتل کېږي د غشاوه له ‪ ۶۲‬ځلو مشتقاتو څخه چې په قرآن کې راغلي یواځې‬
‫‪ ۲‬مورده يې د قیامت د ټولشموله پوښوونکي عذاب او اور په اړه دي چې د انسانانو د دنیوي‬
‫ژوند سره نیغ په نیغه او طبیعي اړیکه لري او یو ډول ذاتي او ورو ورو یورازوالی ‪ ،‬نژدې والی‬
‫او مالزمت څرګندوي‪ .‬په قرآن کې راغلي دي چې هر څوک چې ناوړتیا او زشتي خپله کړي‬
‫او السته يې راوړي [خپل شخصیت په ناوړتیا او زشتۍ جوړ کړي] او خطاګانې يې پرې‬
‫راتاوې او چاپېرې شي [په ټوله کې خطاکړنې وکړي] دا راز کسان د اور یاران دي [ له هغه‬
‫طتْ‬
‫سره ذاتي او هم جنسي مالزمت لري]‪ .‬بقره ‪ )۸۱:۶( ۸۱‬ــــ « بَلَى َمنْ كَسَبَ س َِيئَةً َواَحَا َ‬
‫همْ فِيهَا خَالِدُونَ»‪ .‬په پورتني آیت کې د ناوړه عمل د سرته‬
‫صحَابُ النَّارِ ُ‬
‫بِهِ خَطِيئَتُ ُه فَاُولَئِكَ اَ ْ‬
‫رسولو پر ځای‪ « ،‬د بدۍ کسبولو او خپلولو» او د زشتۍ السته راوړلو ته چې د سړي په‬
‫روح او روان احاطه کوي او چاپېريږي اشاره کړې او په بل آیت کې يې دا ډول چاپېرنه د‬
‫تمثیل او استعارې په ژبه د داسې یو اور سره تشبیه کړې ده چې لکه د کېږدۍ په څېر چې سر‬
‫او پردې يې ټول ستمګران احاطه کوي‪ :‬کهف ‪ )۶۲:۱۸( ۶۲‬ـــ «‪ِ ...‬نَّا اَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا‬
‫اَحَاطَ بِ ِهمْ سُرَادِقُهَا‪.»...‬‬
‫لکه څنګه چې د زکام واړه ویروسونه تل د مخ نیوونکو واکسینونو په وړاندې خپل ژینونه‬
‫بدلوي او هر کال باید د بچ پاتې کېدو لپاره نوي واکسینونه پېچکاري شي‪ ،‬انسان هم تل په‬
‫مثبت یا منفي لور خپل روح او روان ته تغير ورکوي او د جنتي یا دوزخي شخصیت د ټاکنې‬
‫په تګالره ځانته بڼه غوره کوي‪ .‬سربېره پر دې د «هَلْ اَتَاكَ» پوښتونکي جمله پنځه ځله نوره‬
‫هم په قرآن کې راغلې ده‪« :‬وَهَلْ اَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَى» [طه ‪ )۲:۶۲( ۲‬او نازعات ‪۱۵‬‬
‫ف ِابْرَاهِيمَ الْمُکْ َرمِينَ» [ذاریات ‪« ،])۶۴:۵۱( ۶۴‬هَلْ‬
‫(‪ « ،])۱۵:۵۲‬هَلْ اَتَاكَ حَدِيثُ ضَيْ ِ‬
‫خصْ ِم‪[ »...‬ص (‪.])۶۱:۳۸‬‬
‫اَتَاكَ حَدِيثُ ا ْلجُنُودِ» [بروج ‪ « ،])۱۵:۸۵( ۱۵‬وَهَلْ اَتَاكَ نَبَاُ الْ َ‬
‫او یو ځل هم ‪ « :‬هَلْ اَتَى عَلَى الْ ِإنْسَانِ‪[ »....‬انسان ‪.])۱:۵۲( ۱‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ُوجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَاشِعَةٌ ﴿‪﴾۶‬‬
‫( ‪)۶‬‬
‫[له شرم او اندېښنې] ترېدلي [او ځوړندې]‬ ‫په هغې ورځ ځېنې [مخونه او‪ ]‎‬څېرې‬
‫(‪)۳‬‬
‫وي‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ُوجُوهٌ يَ ْومَئِذٍ خَاشِعَةٌ‪ .‬په هغه ورځ سرځوړې څېرې‪« .‬وجوه» د «وجه» جمع د مخ او څېرې‬
‫په معنا دی‪« .‬خاشع» هم یعنې مات شوی ‪ ،‬پرېوتی او عاجز‪ .‬سم لکه د هغې ګیاه په څېر‬
‫چې مړاوې شوې وي او سر يې په ښکته ځوړند شوی وي‪ .‬په عربي کې وچې ‪،‬خوارې او بې‬
‫اوبو ځمکې ته«خاشع» شوې وايې‪ .‬په هغه ورځ ځېنې څېرې خوارې او سر ځوړې دي‪.‬‬
‫ځېنې کسان په قیامت کې سرځوړې‪ ،‬خجالت او شرمېدلې دي‪ .‬د «وجوه» مطلب یوازې مخ‬
‫نه دی‪ .‬خو څرنګه چې زمونږ حالت او وضع زیاتره په «وجه»او زمونږ په مخ کې څرګندېږي‪،‬‬
‫د جزء اطالق پرکل شوی دی‪.‬لېدلي به مو وي چې د ځېنو وګړو له څېرو څرګندېږي چې‬
‫غمجن دي‪ ،‬اودځېنو له څېرو خوښي څرګندېږي‪.‬زمونږ دننه ټول حالت زمونږ په څېروکې‬
‫څرګندېږي‪ .‬نو پر دې بنسټ له «وجوه» څخه د قرآن موخه په ټوليزه توګه د انسان مخ کړنې‬
‫دي‪ .‬لکه حضرت ابراهيم چې وايي‪ :‬اِنِي وَجَّ ْهتُ وَجْهِيَ ِللَّذِي َفطَ َر السَّمَاوَاتِ وَاالَرْضَ (‪)۵‬‬
‫موخه يې دا نه ده چې ما خپل مخ او صورت د هغه چا په لور چې آسمانونه او ځمکه يې‬
‫خلق کړې وګرځوه‪ .‬یعنې ما د خپل زړه مخه دهغه په لور کړې ده‪.‬هغه کسان چې الله ته‬
‫پاملرنه او توجه نه کوي ددې په څېردی چې هغه ته يې شا کړې ده‪،‬نه ظاهري شا کړنه‪،‬بلکه‬
‫په خپل زړه کې هغه ته توجه او پاملرنه نه لري؛ د زړه مخه يې د هغه لور ته نه ده ګرځولې‪.‬‬
‫ځېنې کسان حق ته شا کوي او ځېنې هغه ته مخه کوي‪.‬بنا پر دې‪«،‬وجوه»د سړي د دننۍ‬
‫څېرې کنایه او ښکارندوی ده‪ ،‬د چلند او کړنو حقیقت يې دی‪ .‬په عربي کې د ټولنې مهمو‬
‫وګړو او شخصیتونو ته هم «وجوه» وايي؛«وجوه القوم» یعنې د ټولنې وتلي او نامتو وګړي‬
‫او شخصیتونه‪ .‬نو‪ ،‬په هغه ورځ ځېنو انسانانو خپل سرونه له شرمه ځوړند نېولي دي‪ .‬ولې؟‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۶‬ــ د «وجه» ظاهري او څرګنده معنا‪ ،‬هماغه څېره او د سړي مخ دی‪ ،‬خو لکه څنګه چې هر‬
‫څيز ته مخه کول‪ ،‬هغه ځيز ته د زړه د مخې کولو نښه ده‪ ،‬د دې کلمې باطني معنا‪ ،‬هغه‬
‫موخې او ارمانونه دي چې هغوی ته مخه کوو‪ .‬لکه څنګه چې ابراهیم (ع) ستورو ‪،‬‬
‫سپوږمۍ او لمر ته له مخه کولو او د هغوی د پرېوتو تر نندارې وروسته‪ ،‬د هغوی پنځګر او‬
‫طرَ السَّمَاوَاتِ وَالْإَرْضَ‪[ »...‬انعام‬
‫ت َوجْهِيَ لِلَّذِي فَ َ‬
‫خالق ته مخه کړه او ويې ویل‪«:‬اِنِي وَجَّهْ ُ‬
‫‪ .])۲: ۵۲(۵۲‬د وجه متوجه کول‪،‬هماغه د زړه ليدنه او په ژوندانه کې د موخې ټاکنه ده‪.‬‬
‫‪ ۳‬ــ خشوع د تکبر او غاورانه سرنیغۍ په مقابل کې ده او د رب د مقام د عظمت په وړاندې د‬
‫ذلت او ټيټوالي د احساس او د فروتنۍ او عاجزوالي په حالت داللت کوي ددې کلمې تړنه‬
‫تر ټولو زیاته سترګو ته کيږي [خاشعه ابصارهم]‪ ،‬همدا ډول قلب[زړه] ته [قلوب یومئذ‬
‫خاشعه]‪ .‬هغه څوک چې سترګې الندې اچوي‪ ،‬ته به وايي چې له خپلو کړنو شرمېږي او له‬
‫پایلې يې ډاريږي‪ .‬په دې آیت کې د خشوع تړنه له «وجوه» سره شوې ده چې د زړه ‪ ،‬سترګو‬
‫او خبرو [طه ‪ ])۱۲۸:۶۲( ۱۲۸‬د خشوع رانغاړونکی دي او د انسان مخ کړنه د ټولو‬
‫پېژندونکو توکو او د هغه د وګړیزو اړخونو سره د پام وړ موخو او هدف ته څرګندوي‪ ،‬د‬
‫خشوع ويي ټول ټال ‪ ۱۲‬ځله د انسان په اړه او یوځل د مړاوې او خوارې ځمکې په اړه چې د‬
‫ن آيَا ِتهِ‬
‫اورښت په اورېدو ژوندۍ کيږي ‪ ،‬د خشوع د معنا د عیني انځور لپاره راغلې ده‪ « .‬وَمِ ْ‬
‫شعَةً فَ ِاذَا اَ ْنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْ َتزَّتْ وَ َربَتْ‪[ »...‬فصلت ‪.])۳۲:۴۱( ۳۲‬‬
‫اَنَّكَ َترَى الْإَرْضَ خَا ِ‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫عَامِلَةٌ نَاصِبَةٌ ﴿‪﴾۳‬‬
‫( ‪)۴‬‬
‫[د دنیوي باطلو موخو په تګالره]‬ ‫ستړي ستومانه او شړیدلي هڅه کوونکي‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫صبَةٌ له «نصب»‬
‫عَامِلَةٌ نَّاصِبَ ٌة‪ .‬عَامِلَ ٌة وصف دی او د «عمل» له کلمې اخېستل شوی‪ .‬او نَّا ِ‬
‫څخه د سختۍ‪ ،‬ربړ او رنځ په معنا ده‪ .‬یعنې هغه څوک چې یو عمر يې بې پاېلې له ربړه ډک‬
‫او عبث کار کړی‪ ،‬یو عمر يې زیار ګاللی او هڅه يې کړې‪ ،‬په هغه ورځ ويني چې هغو ټولو‬
‫په زړه پورې پایله نه درلوده او یوازې خپل ځان يې دسر په درد اخته کړی دی‪ .‬دهغه چا په‬
‫څېر دی چې یو عمر په ناسمه‪ ،‬عوضي او بله الر تللی؛ بې پایلې کوښښ يې کړی او اوبه يې‬
‫په چټو کې ټکولي دي‪ .‬بې خاصیته او بې نتيجې يې عمر توی او له منځه وړی دی او نن‬
‫ورځ (د قیامت او بېا پاڅون ورځ) بې له سرټيټۍ‪ ،‬ربړ او رنځ يې بل کوم حاصل السته نه‬
‫دی را وړی‪ .‬حضرت علي (رض) د روژه تیانو په اړه یو تعبیرلري‪ ،‬فر مايي‪ :‬ځېنې روژه تېان‬
‫له خپلې روژې څخه بې له لوږې‪ ،‬تندې او د شپې له بېخوبۍ هيڅ حاصل او برخه السته نه‬
‫س لَهُ مِنْ قِيَامِهِ‬
‫ع وَ الظَّمَاُ وَ كَمْ مِنْ قَائِمٍ لَيْ َ‬
‫ن صِيَامِهِ اِلَّإ ا ْلجُو ُ‬
‫راوړي‪ :‬كَمْ مِنْ صَا ِئمٍ َليْسَ لَهُ مِ ْ‬
‫اِلَّإ السَّ َهرُ َو الْ َعنَاءُ‪ )۸( .‬یعنې په ظاهري او فزیکي توګه یو کار سرته رسوي ‪ ،‬خو له هغه کوم‬
‫حاصل او ګټه السته نه راوړي‪ .‬په پښو ودرېږي ( د بېلګې په توګه لمانځه کې ) خو له دغه‬
‫ودرېدو بې له ستړیا او ربړ کومه ګټه السته نه راوړي‪ .‬حاصل يې د رمضان له روژې یوازې‬
‫یوه مېاشت لوږه او بېخوبي او د خوب او خوراک د مهالونو تغیر او ګډوډیدل دي‪ .‬قرآن‬
‫وايي د یو شمېر کسانو ژوند اصالً په همدغه ډول دی‪ .‬په یوه آیت کې ډېره په زړه پورې‬
‫تشبیه لري وايي ‪ :‬والَّذِينَ كَفَرُواْ هغه کسان چې د هغه ربوبیت او د هغه نظام چې عین الهي‬
‫تدبیر دی‪ ،‬او دا چې باید د هغه اطاعت او تربیت ته غاړه کېږدي نالېدلي نيسي ــ «کفر» یعنې‬
‫نالیدلي ګڼل او ځان ناګاره نېول‪ .‬د بېلګې په توګه هغه څوک چې په یو هېواد کې ژوند کوي‪،‬‬
‫خو قوانينو او مقرراتو ته يې پاملرنه نه کوي او غواړي چې هرډول چې يې زړه غواړي ژوند‬
‫وکړي ــ هغه څوک چې په دې نړۍ کې‪ ،‬چې د خدای مُلک دی‪ ،‬د هغه ربوبیت ناليدلی‬
‫وګڼي کار به يې تر کومه ځایه ورسيږي او کړنې به يې څه کیفیت ولري؟ قرآن له یوې تشبیه‬
‫سرَابٍ بِقِيعَ ٍة يَحْسَ ُبهُ الظَّمْآنُ‬
‫سره څرګندوي چې کړنې او اعمال يې څه ډول دي‪ :‬اَعْمَالُهُمْ كَ َ‬
‫مَاء حَتَّى اِذَا جَاءهُ َلمْ َيجِدْهُ شَيْئًا‪ .‬د دې کسانو کړنې او کردار لکه د سراب په څېر دي‪.‬‬
‫«بقیعه» هغه سراب دی چې په بیابان او دښتو کې سترګو ته څرګندېږي او تږی هغه اوبه‬
‫ګڼي‪ .‬په اوړي کې کله چې تودوخه او حرارت ډېر زیات دی‪ ،‬په ځانګړې توګه په دښته او‬
‫سارا کې‪ ،‬سړی تل داسې احساس کوي چې د هغه سره په نږدې واټن کې د اوبو پاڼ یا ډنډ‬
‫څپې وهي‪ .‬دغې توهم او فرېب ته سراب وايي‪ .‬هغه چې د اوبو حوض ګڼل کيږي د ځمکې‬
‫د رطوبت له تبخیر څخه غیر نور هيڅ نه دي او هغه بخارونه چې د لمر د وړانګو د لګېدو له‬
‫اغېزه د ځمکې له سطحې پورته کیږي‪ ،‬خو څرنګه چې له لېرې يې ووينو او بخارونه په یو‬
‫په بل پسې او ټپک شوي ووينو‪ ،‬داسې احساس کوو چې د اوبو چينه یا ډنډ دی‪ .‬او هر‬
‫څومره چې مخکې والړ شو‪ ،‬هغه هم په هماغه اندازه له مونږ لېرې ځي‪ .‬دا په حقیقت کې‬
‫زمونږ د سترګو خطا ده‪ .‬وايي بِقِيعَ ٍة يَحْسَ ُبهُ الظَّمْآنُ مَاء کړنې يې هماغه یو سراب دی چې‬
‫تږی سړی خیال کوي اوبه دي‪ .‬حَتَّى ِاذَا جَاءهُ‪ ،‬او کله چې هغې ته رسيږي‪ ،‬لَ ْم يَجِدْهُ شَ ْيئًا‪،‬‬
‫هيڅ څيز نه مومي‪ ،‬وَ َوجَدَ اللَّ َه عِندَهُ او د اوبو پر ځای‪ ،‬خدای هلته مومي‪ ،‬یعنې دې حقیقت‬
‫ته رسيږي چې هغه څه يې چې ګڼلي وو هيڅ نشته بې له خدایه‪ ،‬چې هم هلته د خپلو کړنو‬
‫حساب ته رسيږي او نتيجه يې تمام او کمال هغه ته ورکوي‪ .‬وَال َّلهُ سَرِيعُ ا ْلحِسَابِ‪ )۲(.‬او‬
‫الله تعالی د حساب رسېدلو ته ډېر سرېع او ګړندی دی‪ ،‬نه دا چې دکړنو او عمل کیفر او سزا‬
‫يې قیامت ته پرېږدي‪ .‬هر څوک چې هر کار کوي هماغه وخت د خپل عمل نتیجه د خپل‬
‫وجود په ذراتو کې اخلي‪ .‬لکه څنګه چې مونږ هره غذا خورو‪ ،‬که ښه وي او که بده وي‪،‬‬
‫هماغه د خوړلو پر مهال به يې حساب زمونږ له بدن او نفس سره وشي‪ .‬زمونږ نورې کړنې او‬
‫کردارونه هم په همدې ډول دي‪ .‬په هر حال زمونږ په ژوندانه کې زمونږ ډیر عملونه او کړنې‬
‫سم دم لکه د هماغه سراب په څېر دي‪ .‬هغه څوک چې د شهوتونو پسې دی او ګومان کوي‬
‫چې که هغه ته ورسېږي تنده به يې له منځه والړه شي‪ ،‬کله چې ورورسېږي ويني چې دا هغه‬
‫څیز نه دی چې يې غوښته او بیا د بلې غوښتنې پسې ځي او په همدې ډول د عمر تر پایه‪.‬‬
‫ټول عمر تل د خیالونو او هوی او هوس پسې ځي او په هيڅ یو هم نه راضي کيږي او نه يې‬
‫پرې تسل کيږي‪ .‬تر هغه پورې چې ورته نه دی رسېدلی‪ ،‬فکر کوي هماغه يې ایډیال دی‪،‬‬
‫خو کله چې ورته ورسيږي ويني چې دا هغه څیز چې يې غوښته نه دی‪ .‬او بیا ځلې بله برنامه‬
‫او بل ایډیال‪ .‬د همدې آیت پسې دا تشبیه راغلې ده‪:‬‬
‫حرٍ لُّجِيٍّ چې د همدغه سړي بل انځور دی چې ته به وايي په ژور او عمیق‬
‫ت فِي بَ ْ‬
‫اَوْ كَظُلُمَا ٍ‬
‫حرٍ لُّجِيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِن َفوْ ِقهِ َموْجٌ موج او څپې د موجونو‬
‫دریاب کې غرق شوی دی‪ .‬فِي بَ ْ‬
‫او څپو له پاسه‪ ،‬له ډاروونکو څپو سره توپان او موج د موج دپاسه همدا ډول یو دبل پرمخ‪.‬‬
‫خ َرجَ‬
‫سحَابٌ ظُلُمَاتٌ‪ .‬او د دغو موجونو د پاسه هم تېارې دي یو د بل په سر‪ِ .‬اذَا اَ ْ‬
‫مِن َفوْقِهِ َ‬
‫يَدَهُ‪ .‬که خپل الس له اوبو را وباسي‪ ،‬لَمْ َيکَدْ يَرَاهَا نه شي کولی هغه وویني‪ .‬یعنې تر دې‬
‫بریده په تیارو‪ ،‬ګمراهۍ او ضاللت کې غرق او ډوب شوي دي‪ .‬لَّ ْم يَجْعَلِ اللَّهُ َلهُ نُورًا فَمَا َلهُ‬
‫مِن نُّورٍ‪ )۱۲(.‬او هغه چا ته چې الله نور نه وي ټاکلی هغه هيڅ نور نه لري‪ .‬ناروا او‬
‫غیرنوراني کړنې او چلند به هم ناسمې او نامطلوبه پایلې ولري‪ .‬دا دوه تمثیله‪ ،‬چې په یوه کې‬
‫د سړي ناسم او نه ښایدونکي کردار‪ ،‬په یوه دښته او سارا کې د هغه سراب [اوب انځور]‬
‫سره پرتله شوی چې هيڅ واقعیت او رښتینولي پکې نشته او انسان هر څومره چې ورپسې‬
‫ځي هغه ته نه رسيږي او په دویم کې انسان د یوه غرق شوي په څیر ګڼل شوی چې په خپله‬
‫ګمراهۍ او بې الرېتوب کې داسې غرق او ډوب شوی چې بل هیڅوک هغه نه شي ژغورلی‬
‫او په دې اندازه په فسق او فجور کې ننوتی او ډوب تللی چې هيڅ داسې نور په هغه کې نشته‬
‫چې د هغه ژغورونکی اوسي‪ ،‬دا دواړه د ګمراه او بې الرې انسان باطن او دنننی پټ وجود‬
‫انځوروي چې په قیامت کې به څرګندېږي‪ .‬د هغو کسانو د دنیا یو انځور دی چې په ناسمه‬
‫او باطله الر ځي چې په پایله کې ورته هیڅ ښېګڼه نه لري‪.‬‬
‫عَامِلَةٌ نَّاصِبَ ٌة‪ .‬دوی به له دغو کړنو له رنځ او درد پرته هيڅ ګټه او السته راوړنه ونه لري‪ .‬په‬
‫دې اړه په قران کې ډېرې بيلګې راغلې دي‪ .‬لکه په یو ځای کې وايي چې د دوي ناسمې کړنې‬
‫كسَبَ سَيِئَةً‪ .‬هو‪ ،‬هر څوک چې بد او ناسم کار‬
‫د دوي ټول وجود نیسي او پوښي‪ :‬بَلَى مَن َ‬
‫خطِيئَتُهُ او د هغه دکړنو خطاوالی او بدوالی تر هغه چاپېره راتاويږي او‬
‫وکړي وَاَحَاطَتْ بِهِ َ‬
‫ب النَّارِ(‪ )۱۱‬او خپل وجود يې دوزخي کړی دی‪ ،‬ځکه‬
‫ټول وجود يې پوښي‪ ،‬فَاُوْلَئِكَ َاصْحَا ُ‬
‫چې ګناه د هغه ټول وجود رانغاړلی دی؛ لکه د سرطان په څېر چې په ټول بدن کې ريښه‬
‫وځغلوي او وجود سرطاني کړي‪ .‬ښویدنه او خطا دغه راز انسان رانغاړي‪ .‬بېا په یو بل تعبیر‬
‫کې وايې‪ :‬اِنَّا اَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا اَحَاطَ ِبهِ ْم سُرَادِقُهَا (‪)۱۶‬‬
‫هغه څوک چې ظلم او ربړونه کوی‪ ،‬سم دم د هغه چا په څېر چې پردې او پوښونه ترې راتاو‬
‫شوي وي‪ ،‬ځور او ستم د هغه ټول وجود پوښي‪ .‬داسې یو څوک به په آخرت کې هم په‬
‫غاشيه کې اخته او نېول کيږي چې ټول وجود به يې وپوښي‪ .‬هیر مو نه شي چې آخرت لکه د‬
‫یوې دانې د حاصل په څېر دی چې په ځمکه کې يې کري‪ .‬دا دانه زمونږ دکړنو او عمل یوه‬
‫دانه ده‪ .‬هره یوه دانه د هاغه ځواکونو او الملونو سره چې پکې اېښودل شوي دي‪ ،‬وده او‬
‫پالنه مومي او په یوه له باره ډکې او حاصل ورکوونکي ونې بدليږي چې میوه يې یا خوږه ده‬
‫یا ترخه ده‪ .‬ترخه دانه په هر حالت او شرایطو کې ترخه مېوه ورکوي او خوږه دانه خوږه مېوه‬
‫ورکوي‪ .‬دا توپير د هر یو کس په وجودي بنسټ او توخم کې شته‪ .‬په بل ځای کې وايې‪:‬‬
‫وَمِن َفوْقِ ِهمْ غَوَاشٍّ (‪ )۱۳‬غواش یعنې پوښونه‪ .‬دا ډول کلمې او اصطالح ګانې په قرآن کې‬
‫ډیرې کارول شوي دي‪.‬‬
‫ن‪ .‬يَغْشَى النَّاسَ هَذَا عَذَابٌ اَلِيمٌ‪)۱۴( .‬‬
‫یا وايي‪ :‬فَارْتَقِبْ َيوْمَ تَ ْاتِي السَّمَاء بِدُخَانٍ مُّبِي ٍّ‬
‫د هغې ورځې په اړه محتاط اوسه‪ ،‬یا د هغه مهال په انتظار کې اوسه‪ ،‬چې آسمان څرګند‬
‫لوګی راوړي چې ټول خلک په خپل ځان کې ونغاړي او هغوي ووايي دا یو دردناک او‬
‫ربړوونکی عذاب دی‪ .‬دلته هم يَغْشَى وايي‪ ،‬چې له«غاشیه» سره هم ريښه دی‪ .‬هغه کسان‬
‫چې ظلم او ستم د هغوی پر وجود خپورشوی او ټول وجود يې نېولی او ظلم او ستم يې‬
‫ذاتي شوی دی د هغوی عذاب دباندینی نه دی او له دننه څخه به په هغوی خپور شي‪.‬او‬
‫«عذاب»یعنې له خیر او برکت څخه محرومیت‪.‬کله چې دانه له ودې پاتې شوه‪ ،‬ونه غوړیده‬
‫او پالنه يې ونه شوه‪ ،‬ورستیږی‪ ،‬فاسدیږي‪ ،‬او له منځه ځي‪ .‬نو د هغې عذاب له ودې او‬
‫غوړیدا څخه محرومیت دی‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۴‬ــ «عامِل» فاعل [کړند] اسم دی چې د«وجوه» د مکسرې جمعې له امله يې‪ ،‬د مجازي‬
‫تأنيث تاء « عَامِ َلةٌ» اخېستې ده‪َ« .‬ناصِبَةٌ» [د ناصب مجازي مؤنث] هم یو انساني صفت دی‬
‫چې د مادي ژوند په سرابونو کې له یو عمر هڅو او کوښښونو سره‪ ،‬په پایله کې له ستړیا او‬
‫شړېدلو او د عمر له تباه کولو پرته يې هيڅ کوم حاصل السته نه دی راوړی‪ .‬د نور په سورت‬
‫کې دوه تمثیلي انځورونه د حقیقت د منکرانو له کړنو او ژوند‪ ،‬د ژوندانه په دښته او سارا او‬
‫د ژوندانه په دریاب کې وړاندې شوي دي؛ په لومړنۍ بېلګه کې په تودې او سوځنده دښته کې‬
‫یو تږی مسافر چې په سراب د اوبو ګومان کوي انځور شوی دی چې په پایله کې د خپلو‬
‫باطلو اندونو او ګومانونو پوچوالي او د خپلو کړنو حقیقت او حساب ته رسيږي‪ .‬په دویمه‬
‫بېلګه کې‪ ،‬په ژور سيند کې د یوې ماتې شوې کښتۍ ډوبېدل په تیاره شپه کې څرګندوي چې‬
‫پرله پسې څپې او د هغې له پاسه ټينګه ورېځ په اوبو کې د ډوب شوي لپاره د ژغورونکي‬
‫الس له ليدلو مخنېوی کوي‪.‬‬
‫نه امیدم مانده نه خوف و نه یأس» [مثنوي مولوي‪،‬‬ ‫«شب شکسته کشتی فهم وحواس‬
‫تا ز چه پُر کند بفرستدم »‬ ‫« برده در دریای رحمت ایزدم‬ ‫دفتر ‪ ،۲‬بیت ‪] ۶۳۳۱‬‬
‫ب بِقِيعَ ٍة َيحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّى‬
‫سرَا ٍ‬
‫عمَالُهُمْ كَ َ‬
‫نور ‪ )۳۲:۶۴( ۳۲‬او ‪ ۴۲‬ـــ « وَالَّذِينَ كَ َفرُوا اَ ْ‬
‫حسَابِ (‪)۳۲‬‬
‫سرِيعُ الْ ِ‬
‫اِذَا جَاءَهُ َلمْ َيجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّ َه عِنْدَهُ َفوَفَّا ُه حِسَابَهُ وَاللَّهُ َ‬
‫ت بَ ْعضُهَا َف ْوقَ‬
‫سحَابٌ ظُلُمَا ٌ‬
‫ن فَ ْوقِهِ َ‬
‫حرٍ لُجِيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِنْ َف ْوقِهِ َموْجٌ مِ ْ‬
‫ت فِي بَ ْ‬
‫اَوْ كَظُلُمَا ٍ‬
‫خرَجَ يَدَهُ َلمْ يَکَدْ يَرَاهَا وَ َمنْ لَ ْم يَجْ َعلِ اللَّ ُه لَهُ نُورًا فَمَا لَ ُه ِمنْ نُو ٍر (‪)۴۲‬‬
‫ض ِاذَا اَ ْ‬
‫بَعْ ٍّ‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫تَصْلَى نَارًا حَامِيَةً ﴿‪﴾۴‬‬
‫(‪)۵‬‬
‫[د سرلیک سوزه کړنو په سرته رسولو به] سوځنده اورته ورننوځي‪.‬‬
‫[د خپل بدچلند او ستم له اغېزې]‬
‫تُسْقَى مِنْ عَيْنٍّ آنِيَةٍ ﴿‪﴾۵‬‬
‫[په پایله کې په دنیوي سرابونو کې له هوی او هوس څخه له تندې سیراب کېدلو ته]‬
‫(‪)۲‬‬
‫د خوټېدونکې چيني اوبه ورڅښل كېږي‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫تَصْلَى نَارًا حَامِيَةً‪ .‬هغه چا چې خپل ژوند په ټوله کې په ربړونه او ځورونه تېر کړی او د خپلو‬
‫چارو له پای ناخبره دی‪ .‬او یا يې عمر هسې فضول له السه ورکړی تَصْلَى نَارًا حَامِيَةً‪ .‬داسې‬
‫اور به څکي چې ډیر سوځوونکی دی‪ .‬تُسْقَى مِنْ عَيْنٍّ آنِيَةٍ‪ .‬له تودو او ځوښناکو خوټېدونکو‬
‫چينو به په هغوی وڅښولی شي‪ .‬پاملرنه وکړئ‪ :‬کوم نومونه يې چې راړي ټول د نکره په بڼه‬
‫دي‪ ،‬لکه نَارًا او آنِ َيةٍ‪ ،‬یعنې دا نه مشخص کوي چې د دوی ماهیت دقیقاً څه شی دی او د‬
‫تمثیل او تشبیه په ژبه ویل کیږي؛ لکه کله چې وايي هیڅوک نه پوهيږي هغه وعدې چې الله‬
‫د جنت لپاره ورکړې دي څه څیز دی؛ هغه انعام او اجر چې د سترګو روښنايي ده‪ :‬فَلَا تَعْ َلمُ‬
‫نَفْسٌ مَّا اُخْفِيَ لَهُم مِن قُرَّةِ اَعْيُنٍّ (‪)۱۵‬هیڅ یو نفس نشې کولی هغوي درک کړي او پرې پوه‬
‫شي‪ .‬لکه د مور په رحم کې جنین ته دا کیدونې نه ده چې له رحم څخه دباندې واقعیت درک‬
‫کړي‪ .‬مونږ هم د بلې دنیا له مطالبو څخه یوازې د تشبیه او تمثیل په ژبه یو څه درک کولی‬
‫شو‪ .‬قرآن تل وايي چې له جنت او جهنم یوازې مثال راوړي‪ :‬مَّثَلُ الْجَنَّ ِة الَّتِي ُوعِدَ الْمُتَّقُونَ‬
‫(‪ )۱۲‬د هغه جنت مَثَل چې متقیانو ته يې وعده ورکړل شوې ده‪ .‬مثال دی ددې لپاره چې بو‬
‫څه يې پوهې او درک ته نږدې شئ‪ .‬یعنې دا ټول د قرآن آیات متشابهات [متشابه آیتونه]‬
‫دي‪ .‬د قرآن اساسي او بنسټیزه برخه آیات محکمات دي چې په هغوی کې ځرګنده‪ ،‬روښانه‪،‬‬
‫دقیقه او مشخصه خبره شوې؛ لکه د امر او نهي آیتونه یا ډیر آیتونه د طبیعت په اړه‪ ،‬له هغې‬
‫جملې آسمانونه او ځمکه؛ یا ایماني حقیقتونه؛ خو هغه آیتونه چې د داسې راتلونکې په اړه‬
‫دي چې ال نه ده راغلي او مونږ ال تر اوسه هغې ته وارد شوي نه یو او د دنیا له رَحِم څخه مو‬
‫پښه باهر نه ده ايښې او بل زیږون مو نه دی موندلی او له نشې يې ناخبره یو د تشبیه په ژبه‬
‫دي‪ .‬په واقعیت کې‪ ،‬هر هغه څه چې له دې وروسته په دې سورت کې لولو کابو ټول يې د‬
‫تشبیه په ژبه دی ــ په داسې ژبه د یوزر او څلورسوه کاله مخکې عربانو له پاره چې نه يې‬
‫کتاب لوستی وو او نه يې درک او پوهه درلوده‪ .‬له هغو سره خبره په داسې څيزونو ناظره ده‬
‫او پاملرنه کوي چې د هغوی لپاره د ذوقیاتو په ډله کې دي‪ .‬اوس نو کیدای شي څوک ووايي‬
‫چې ولې د هغوی په ژبه؟ ولې يې زمونږ په ژبه نه دې ویلي؟ زمونږ په ژبه يې که هم ویلی‬
‫وای‪ ،‬بیا به هم انسانانو مثالً سل کاله وروسته به يې تعجب کولی چې دا خبرې یعنې څه؟ له‬
‫هغه سل کاله وروسته به يې هم د هغوي له ژبې تعجب کاوه‪ .‬نو بناپر دې‪ ،‬اصل دا دی چې‬
‫پوه شو پیغام څه دی او هغه ترې واخلو او که نه نو دا خو ټوله د تمثيل ژبه ده‪.‬‬
‫«تَسقی» فاعل يې په خپل ځان کې دی او مشخص دی‪ ،‬خو تُسقی مجهول فعل دی‪ ،‬یعنې‬
‫فاعل يې معلوم نه دی‪ .‬لکه داسې چې ووایو « تاسو کولی شئ دا غذا وخورئ» یعنې خوړل‬
‫يې ستاسو په خپله خوښه او انتخاب دي؛ تاسو پخپله د هغه خوړلو ته تصمیم نیسئ‪ ،‬خو‬
‫کله مو چې وخوړله‪ ،‬نو بیا نتیجه او پایله يې ستاسو په اختیار او واک کې نه ده‪ .‬که فاسده‬
‫غذا مو وخوړه‪ ،‬د زړه درد او د سردرد او کوم مسمومیت چې پیدا کوئ ستاسو له اختیاره‬
‫وتلی دی‪« .‬تَسقی» نور نشته‪ ،‬تُسقی دی‪ .‬هغه چا چې په خپله خوښه او اراده په نړۍ کې اور‬
‫اچولی دی او خپل وجود يې اوریز [سور اور] کړی دی‪ ،‬فاسد کړی‪ ،‬مسموم کړی‪ ،‬اوس نو‬
‫پایله يې هم اور دی‪ .‬سم دم لکه د هغه سړي په څېر چې بې حسابه خوري او کچې ته يې د‬
‫مثال په توګه د وينې غوړو او قند ته يې او د الله تعالی ټولو هغو قوانينو ته چې په طبیعت او‬
‫د هغه په جسم کې دي پاملرنه نه کوي‪ .‬ښه نو ‪ ،‬طبیعتاً دا ډول غذا خوړل د هغه په جسم کې‬
‫بدې اغيزې پريږدي او ستونزې ورته پیداکوي‪ .‬دا نو اوس د ظاهري تغذيي په اړه دی؛ خو د‬
‫روحې او رواني او باطني تغذيي په اړه هم دا حکم صادق دی‪ .‬تُسْقَى مِنْ عَيْنٍّ آنِ َيةٍ‪ .‬له تودې‬
‫ځوښناکې چينې په هغه څښول کيږي‪ .‬او دا هم یوه له هغو تشبیه ګانو ده‪ .‬د انسان ژوند هم‬
‫لکه د لښتي او چينې په څېر بهیږي او جاري دی او انسان له هغې څښي‪ .‬خو دا څه ډول اوبه‬
‫دي چې يې څښي؟ هغه به یوه ورځ وويني چې تودې او سوځوونکې اوبه يې څښلې‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ی» څخه‪ ،‬مالزمت له عمل سره او له هغه سره یو ځای کېدل‬
‫صلَ َ‬
‫صلَی» له « َ‬
‫‪ ۵‬ــ «تَ ْ‬
‫څرګندوي‪ .‬که له اور سره تودیدلو ته «اصطالء» ویل شوي [قصص ‪ ،])۶۲:۶۸( ۶۲‬په بدن‬
‫کې د تودوخې ننوتل څرګندوي چې په نژدې والي او مخامخ واقع کیدو کې د ارادي جذب‬
‫اوانجذاب پایله څرګندوي‪.‬‬
‫له یوې خوا د سود او رباخوړل [بقره ‪،])۶۵۵:۶(۶۵۵‬د یتیم مال خوړل[نساء ‪،])۱۲:۴(۱۲‬‬
‫د دین ډوډۍ د دنیا له دکانه خوړل [بقره ‪ ،)۱۵۴:۶(۱۵‬توبه ‪ )۳۴:۲( ۳۴‬او ‪ ]۳۵‬د قرآن په‬
‫تعبیر‪ ،‬د اور خوړل دي چې په آخرت کې لمبه کيږي او ستمګاران رانغاړي د « َتصْلَى نَارًا‬
‫حَامِيَةً» جمله د دنیا پالو راټولېدل د هغو موخو او کړنو په چايېریال کې مطرح کوي لکه د‬
‫اور په شاوخوا راټولېدل‪ ،‬له هغه سره یو ځای او هم غاړي کيږي‪.‬‬
‫‪ ۲‬ــ د مرحوم طالقاني په وینا ‪َ «:‬تصْلَی [معلوم فعل] پر دې داللت کوي چې [هغوی] په‬
‫خپله خوښه او اختیار‪ ،‬یو اور بلوي او پکې ننوځي‪ .‬او له «تُسْقَی» [مجهول فعل] داسې‬
‫برېښي چې پر هغوی پرته له خوښې او اختیار خوټېدونکې او ځوښانې اوبه څښول کېږي‪.‬‬
‫لکه څنګه چې هر یو له حقه منکر ګنهګار لومړی په خپله خوښه او اختیار او هڅه د کفر او‬
‫ګناه لور ته ځي او د خپل اند او هاند په تکرار او ټینګار‪ ،‬د دوزخ سون توکي برابروي‪ ،‬یا‬
‫پخپله د هغه سون توکی شي‪ ،‬هغه مهال د خپل کوښښ او محصول محکوم شي‪ ،‬ورپسې د‬
‫کفر له غاشیه ګانو‪ ...‬او د بې بنده غريزو له سرچينو او د شهوتونو او کينو او عقدو له‬
‫چاودنې اېشنده سېالب راخوټيږي چې د دردونو د تسکين او ارامولو پر ځای ‪ ...‬د‬
‫استعدادونو او وړتباو ريښې او انساني ډالۍ سوځوي»‬
‫[پرتوي از قرآن د غاشیه سورت تفسیر ‪ ۳۲‬مخ]‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫لَيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ اِلَّإ مِنْ ضَرِيعٍ ﴿‪﴾۲‬‬
‫د هغوی لپاره خواړه پرته له ضریع [= خواره ترخه بدبویه له اغزن بوټي یا هره بد خونده‬
‫(‪)۵‬‬
‫غذا] نه شته‪.‬‬
‫لَإ يُسْمِنُ وَلَإ يُغْنِي مِنْ جُوعٍ ﴿‪﴾۵‬‬
‫[داسې خواړه چې] نه څوربوي او نه [ګېډه] له لوږې مړوي‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ضرِيعٍ‪ .‬د دوی لپاره به کوم طعام او خواړه نه وي مګر له «ضریع»‪.‬‬
‫لَّيْسَ لَ ُهمْ طَعَامٌ اِلَّإ مِن َ‬
‫«ضریع» د یوې ګیاه نوم دی چې هيڅ خاصیت نه لري‪ .‬قرآن پخپله په دې اړه توضیح ورکړې‬
‫چې ضریع یعنې څه؟‪:‬لَإ يُسْمِنُ وَلَإ يُغْنِي مِن جُوعٍ‪.‬هغه ضریع چې خوري‪ ،‬نه يې په بدن کې‬
‫جذبېږي او نه يې څوربوي ــ يُسْمِنُ له «سَمَن» څخه د څوربوالي او چاغوالي په معنا دی نه‬
‫له هغه خوراک وجود ته ګټه رسېږي او نه يې د لوږې مخه نيسي‪ .‬ځينې غذاګانې ګټورې دي‬
‫او بدن ته جذبیږي‪،‬خو ځينې غذاګانې که څه هم نه فربه کوي او نه څوربوي اوبدن ته ګټورې‬
‫نه دي‪ ،‬لږ تر لږه لوږه له منځه وړي‪ ،‬خو دا طعام نه بدن ته جذبیږي او نه لوږه لېرې کوي‪.‬‬
‫اوس‪ ،‬دا کسان په دنیا کې په څه ډول تغذیو پسې دي؟منظور يې ظاهري تغذیه نه ده‪ .‬یعنې د‬
‫هغوي روح له داسې څيزونو تغذیه کوله چې هغوي يې نه فربه کول‪ .‬دا د «فربه» اصطالح د‬
‫مولوي په مثنوي کې ډیره کارول شویده‪ .‬ښه کوم څيزونه انسان فربه کوي او څوربوي؟‬
‫البته نه ظاهري چاغیدل او په واقعیت کې پړسېدل‪ ،‬بلکه کوم څیزونه دي چې د سړي وجود‬
‫فربه او څوربوي او دهغه د سالمتۍ او روغتیا المل کيږي‪ .‬که د جسم چاغوالی ښه نه دی‪ ،‬د‬
‫روح او روان او شخصیت فربهي او څوربوالی یو ښه څیز دی‪ .‬په دنیا کې د دوي روحي‬
‫تغذیي هغوی نه فربه کول او نه يې رشد او وده ورکوله نه يې د هغوي د شخصیت پالنه‬
‫کوله‪،‬ان تر دې چې دهغوي همغه دنیوي اړتیاوې يې حقیقتاً نه رفع کولې‪ .‬ټول يې سراب و‪،‬‬
‫ټول يې پوچ وو‪.‬‬
‫مولوي په مثنوي کې ددې تغذیيو په اړه په زړه پورې وینا لري‪ .‬وايي‪:‬‬
‫«چون کسی کو از مرض گِل داشت دوست» «گر چه پندارد که آن خود قوت اوست»‪.‬‬
‫یو څوک د بیمارۍ له امله د خټې او خاورو خوړل خوښوي ‪ ،‬خو خیال او ګومان کوي چې‬
‫غذا او قوت يې خټې دی‪.‬‬
‫«قوت اصلی را فراموش کرده است» «روی در قوت مرض آورده است» اصلي ځواک يې‬
‫هير کړی دی خو د مرض له امله يې د خټو خوړلو ته اړتیا پیدا کړې ده‪ .‬دا هم باید هېر نه‬
‫کړو چې په پخوانیو مهالونو کې خلکو داسې فکر کاوه چې د خټو خوړل د ډیرو ناروغیو‬
‫«قوت حیوانی مر او را ناسزاست»‪.‬‬ ‫درمل دی‪« .‬قوت اصلی بشر نور خداست»‬
‫اصلي قوت او هغه څه چې زمونږ ځان باید له هغه تغذیه وکړي او زمونږ د روح غذا ده د‬
‫خدای نور دی؛ زمونږ د اړیکو درلودل د حق او حقیقت سره دي‪ .‬نه د څارویو په څیر چې‬
‫پرته له څرېدلو او له ګيډې ډکولو بل کار نه کوي‪.‬دا د څارویو او ځناورو عالم زمونږ سره نه‬
‫ښايي او زمونږ وړ نه دی‪.‬‬
‫کو غذای والسماء ذاتِ الحُبُک» چرته ده هغه‬ ‫سبُک‬
‫«روی زرد و پای سست و دل َ‬
‫آسماني غذا چې کله درته ونه رسيږي مخ دې زیړ‪ ،‬زړه دې رنځور او د ارادې پښې دې د‬
‫ژوندانه په هوډونو کې سستې شي؟‬
‫«آن غذای خاصگان دولت است خوردن آن بیگلو و آلت است» د هغې روحاني غذا‬
‫خوړل نه ستونی غواړي او نه هغه په قاب کې و باسي او نه د خوړلو وسیلو او توکو ته اړتیا‬
‫شته ــ هغه غذا چې په قرآن کې يې نوم په ځلونو یاد شوی‪ .‬مونږ هر مهال چې د غذا نوم‬
‫اورو‪ ،‬زمونږ ذهن د هغو غذاګانو لور ته ځي چې معوالً هره ورځ يې خورو او بل ډول‬
‫مر حسود و دیو را‬ ‫غذاګانې اصالً زمونږ فکر ته نه راځي‪« .‬شد غذای آفتاب از نور عرش‬
‫از دود فرش» ځينې لکه د لمر په څېر دي او مخينه او پاملرنه يې د هستۍ لمر ته ده او د هغه‬
‫له نوره خوري؛ او ځېنې هم د فرش له لوګي او ځمکې او خاورې چې تر پښو الندې يې دي‬
‫تغذیه کوي‪ .‬په بله وینا‪ ،‬یو خپله روزي له آسمانه اخلي او بل له خاورو‪« .‬در شهیدان‬
‫«یُرزَقون» فرمود حق ــ آن غذا را نه دهان بُد نه طبق» په قرآن کې راغلي چې شهیدان د‬
‫خدای په نزد روزي خوري‪ .‬خو هغه څه ډول رزق دی؟ هلته خو کومه غذا نشته چې په‬
‫لوښي کې يې کېږدي‪.‬د «غذا» دا مفهوم چې زمونږ عارفانو ویلی دی ډیر زیات په زړه پورې‬
‫دی‪ .‬د خبرې د لنډون لپاره یوازې څو بیتونه چې زمونږ موضوع پورې اړه لري دلته راوړو‪:‬‬
‫دل ز هر علمی صفایی میبرد» سړی له هر هغه څه‬ ‫«دل ز هر یاری غذایی میخورد‬
‫څخه چې یار او معشوق او په ژوندانه کې يې موخه او مطلوب وي خپله روحي تغذیه کوي‪:‬‬
‫لکه څرنګه چې له هر علم او پوهې سره يې وجود صفايي پیدا کوي او صافي کيږي‪« .‬از‬
‫لقای هر کسی چیزی خوری» «وز قِران هر قرین چیزی بری» د هر چا له مالقاته سړی یو څه‬
‫وړي‪«.‬قرین»یعنې دوست او هم ناستی او مل‪.‬له هر قرین سره چې نږدې شې یعنې هر قرین‬
‫سره چې قِران وکړې او مقارن يې شې له هر چاسره چې ملګرتوب وکړې‪ ،‬یو څه له هغه‬
‫اخلې‪« .‬چون قرانِ مرد و زن زاید بشر» «وز قران سنگ و آهن شد شرر»‪ .‬نارینه او ښځه‬
‫چې سره نږدې شي او یو ځای شي نو ماشوم ترې زيږيږي او نوی بشر نړۍ ته سترګې‬
‫پرانيزي‪ .‬او تیږه او اوسپنه چې په یو بل ولګيږي د اور سپرغۍ ترې پیدا شي‪ .‬یعنې ځېنې‬
‫زوکړه او ولد او د مثل تولید مثبته نتیجه لیږدوي او ځېنې له هغوي هم‪ ،‬لکه د تېږې او‬
‫اوسپنې لګېدل‪ ،‬د اور سپرغۍ لېږدوي‪ .‬خو «وز قران خاک با بارانها» «میوهها و سبزه و‬
‫ریحانها» د اوبو او خاورې قِران او يو ځای والي په طبیعت کې بې شمېره ډولونه پیدا کړي‬
‫او تنوع يې منځته راوړې ده‪« .‬وز قِران سبزهها با آدمی» «دل خوشی و بیغمی و خرمی»‪.‬‬
‫د انسان د باغ او بڼ له ليدلو او د چمن او ګل له نندارې څه زيږېږي؟ د زړه خوښي او بې‬
‫غمي‪ ،‬تازه والی او ښېرازي‪« .‬وز قِران خرمی با جان ما» «می بزاید خوبی و احسان ما»‪.‬‬
‫اوس نو چې مونږ خوښ او ښاد اوسو‪ ،‬زمونږ د روح او ځان سره ددې خوښۍ او ښادۍ له‬
‫ترکيب څخه څه رامنځته کيږي او پایله يې څه ده؟ له مونږ ښه والی او نيکي زیږيږي‪ .‬او‬
‫مونږ باید وکولی شو د دې ښه والي او نېکمرغۍ ګټه او بهره نورو ته ورسوو‪ .‬دا سمه نه ده‬
‫چې سړی یوازې مصرف کوونکی اوسي‪ .‬خو هغه منفي وجودونه چې په ژوندانه کې يې‬
‫خوراک او هر څه چې يې له هغه جذب کړي او مصرف کړي ټول منفي ول‪ .‬په واقعیت کې د‬
‫هغوی د وجود ژنونه پرته له منفي څيزونو په بل هيڅ څيز نه دي ډک شوي نو څه څيزونه به‬
‫يې له وجود وزیږېږې؟ وسمهال ثابته شوې چې زمونږ ټول ژنونه حافظه لري او هر ټکر‬
‫(واقعه) چې زمونږ په وجود کې پېښيږي هغه په خپل ځان کې ثبتوي‪ .‬لکه څنګه چې‬
‫میکروبونه او بکتریا ګانې چې زمونږ بدن ته ننوځي او ناروغي پیدا کوي له څه مودې وروسته‬
‫د درملو او د بکتریا ضد درملونو په وړاندې مقاومت کوي‪ .‬په ونه چې درمل شیندنه وشي‬
‫درمل‪ ،‬د خپلې مادې په ذراتو کې ساتي او وروسته چې له منځه ځي‪ ،‬هغه توخم چې ترې‬
‫پاتې کيږي او په طبیعت کې خپرېږي د درمل یوه تجربه په ځان کې لري‪ .‬نو بنا پر دې‪ ،‬د دې‬
‫سم او درمل پرې د اپتونو پر مهال اغېز نه‬
‫ونې ورپسې نسل د درمل په وړاندې مقاوم دی او ُ‬
‫کوي‪ .‬یعنې طبیعت په ټوله کې په دا ډول دی‪ ،‬چې ټول څيزونه په ځان کې ساتي‪ ،‬او مونږ‬
‫هم د طبیعت برخه یو‪ ،‬مونږ هم هر څه چې په ژوندانه کې تجربه کوو په خپل وجود کې‬
‫ډیرۍ کوو او ساتو‪ .‬د خپلو کارونو اغېز مو ‪ ،‬له نېکو او بدو‪ ،‬له همدا اوسه لرو او په خپل‬
‫وجود کې يې زیرمه کوو‪ .‬د «مطففین» په سورت کې وايې هغه څوک چې د پلورلو پرمهال له‬
‫وزنه پټوي او غال کوي او توکي لږ او سپک ورکوي او خلک غولوي‪ ،‬دوکه او فرېب کوي آیا‬
‫نه پوهيږي چې له همدا اوسه راپاڅېدلې دي؟ َا لَإ يَظُنُّ اُولَئِكَ اَ َّنهُم مَّبْعُوثُونَ‪ .‬دوی ګومان نه‬
‫کوي چې همدا ډول لګیا دي بیا راپاڅيږي [لګیا دي بیا را ژوندي کيږي]‪ ،‬یعنې له همدا‬
‫عظِيمٍ‪ )۱۵(.‬د یوې سترې ورځې لپاره؟ نه پوهيږي له همدا اوسه د هغې ورځې‬
‫اوسه‪ ،‬لِ َيوْمٍ َ‬
‫لپاره پالنه مومي؟ یعنې ته په همدې [د یو او بل په غولولو ] د خپل وجود ذرې د هغې‬
‫ورځې لپاره چې راتلونکې ده له همدا اوسه لګیا يې خرابوې‪ .‬لکه د محصل په څېر چې له‬
‫هماغې لومړۍ ورځې چې ټولګي ته ننوځي د کال د پای ازموینې ته ځان چمتو کول پیلوي‪.‬‬
‫څه توپیر کوي‪ ،‬د کال د پای ازموینه د هغه د ټولو ورځو او ساعتونو درس ویلو پایله ده‪ .‬نو‪،‬‬
‫د هماغه لومړي ساعت څخه ځان د ازموینې لپاره روزي‪ .‬مونږ هم لکه د هغه په څېر د خپل‬
‫وجود لوښی له همدغو اطالعاتو او تجربو ډکوو‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۵‬ــ «ضَرِیعِ» یوازې یو ځل په قرآن کې راغلی دی‪ ،‬مفسرین او ويي پوهان د هغه په اړه یوه‬
‫نظر ته نه دي رسيدلي او د معنا لپاره يې د اغزو بوټی او ددې په څېر نور مصداقونه ورته ذکر‬
‫ضرِیع له ضرع [تی ‪،‬غوالنځه] او تضرع [تذلل‪ ،‬خضوع] سره‪ ،‬چې یو ډول میل‪،‬‬
‫کړي دي‪َ .‬‬
‫خوښه‪ ،‬مینه ناکي‪ ،‬زاري او اړتیاده‪ ،‬هم ريښه دی‪ .‬ته به وايي چې د روح ماشوم ته چې د‬
‫مور تودې غېږې‪ ،‬تي او شيدو ته اړتیا لري ترخه خواړه ورکول کيږي چې نه يې څوربوي او‬
‫نه لوږه له منځه وړي څرګنده ده چې دا صفتونه زمونږ انسانانو د پوهې او درک تر بریده د‬
‫تمثیل او تشبیه په ژبه راغلي دي اوحقیقت يې له دنیا والو پټ دی‪.‬زقوم‪،‬غِسلین او‬
‫ذاغصه[ستونی نیو] خواړه هم ورته صفتونه په نورو سورتونو کې دي‪ .‬په اصل کې د انسان‬
‫څکنه‪ ،‬توه او خوند په ګيډه او د دنیا په مادي شهوتونو نه لنډیږي او پای ته نه رسيږي‪ ،‬د‬
‫بصیرت او عرفان اهل د قوت‪،‬ځواک‪،‬خوراک او خوند څخه یادونه کوي چې بلې اشتها او‬
‫خوراک ته لیوالتیا غواړي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ُوجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَاعِمَةٌ ﴿‪﴾۸‬‬
‫(‪)۸‬‬
‫[او] په هغه ورځ ځينې مخونه ښیرازه وي‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫خو په مقابل لور کې‪ُ ،‬وجُوهٌ يَ ْومَئِذٍ نَّاعِمَةٌ‪ .‬برعکس‪ ،‬ځېنې شخصیتونه‪ ،‬ځېنې مخونه‪ ،‬ځېنې‬
‫انسانان‪ ،‬ځېنې ارواح ګانې‪« ،‬ناعمه» دي‪« .‬ناعمه» په نعمت کې د ذات دثبوت لپاره مفید او‬
‫ګټور دی‪ .‬نه وايې په نعمت کې دي‪«:‬فی نعمة»‪ ،‬یا نه وايې چې متنعم دي‪ .‬که يي ویلی وای‬
‫په نعمت کې دي یا متنعم دي‪ :‬معنا يې دا وه چې له خپل وجود بیرون يې له نعمته برخمن‬
‫دي ؛ خو دلته يې«ناعمه»ویلی یعنې نعمت پخپله د هغه له وجوده راخوټیږي‪ .‬دا کسان‬
‫ناعمه دي په ثابته بڼه؛ یعنې نعمت يې له دننه راخوټېږي او ذاتي دی او پر دې بنسټ تلپاتې‬
‫دی‪ .‬د بېلګې په توګه فرض کړئ سپوږمۍ او لمر‪ :‬د لمر نور د هغه خپل او ذاتي دی خو د‬
‫سپوږمۍ نور د لمر د نور د وړانګو غبرګون دی‪ .‬د لمر د نور وړانګې چې د سپوږمۍ په‬
‫سطحه ولګېږي هغه روښانه کوي‪ .‬هغه کسان چې د هغوي له وجوه‪ ،‬یعنې د هغوي له‬
‫شخصیت او د هغوی له دننه‪ ،‬خوښې او ښه والی را جوشيږي‪ ،‬ځکه چې دا د دوی د ژوند‬
‫اغیزې او پایلې دي؛ د هاغو توخمونو او دانو په څېر چې ښه پالنه او روزنه يې پیدا کړې او‬
‫بېا لېږدول شوي دي او یو ډیر ښه نسل يې روزلی او پاللی دی‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۸‬ــ په دې آیت کې «ُوجُوهٌ نَّاعِمَةٌ»که د دریم آیت له«ُوجُوهٌ خَاشِعَةٌ»سره پرتله کړو نوکولی‬
‫شود ناعِمَةٌ معنا‪،‬چې دمړاویتوب اوخپګان په مقابل کې ده‪ ،‬په ښه توګه درک کړو‪.‬ناعِمَةٌ الزم‬
‫صفت دی او داسې ښکاري چې نعمتونه له داسې وجوه [هدفونو‪ ،‬موخو او چلندونو ]‬
‫راخوټيږي او پرې اړين دي[د دوزخیانو له کړنو سره د اور او عذاب د یو ځایوالي پرخالف]‪،‬‬
‫که عارضي او له بهر څخه وای نو په دې حالت کې به هغه متنعم وای یا به په هغه نعمت کې‬
‫اوسېدی‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫لِسَعْيِهَا رَاضِيَةٌ ﴿‪﴾۲‬‬
‫(‪)۲‬‬
‫[هغوی] د خپلو هڅو له امله راضي [او خوښ] دي‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫صبَةٌ‪ .‬په مقابل کې ده‪ .‬ناعمة په قیامت کې له خپلو هڅو او‬
‫لِسَعْيِهَا رَاضِيَةٌ‪ .‬دا جمله د عَا ِملَةٌ نَّا ِ‬
‫سعی خوښ او راضي دی‪ .‬ويني دا عمر يې چې تېر کړی او هڅې او کوښښونه يې چې د‬
‫هستۍ په مدرسه کې کړي ښې پایلې يې ورته راوړي دي‪ .‬که د «سعې» موضوع په قرآن کې‬
‫س‬
‫تر څېړنې او مطالعې الندې ونيسو وبه وينو دا کلمه په قرآن کې څومره مهمه ده‪ .‬مثالً لَّيْ َ‬
‫ن اِلَّإ مَا سَعَى‪ )۱۸( .‬انسان ته بې د هغه د سعي [هڅې] له پایلې نور هيڅ نه پاتې‬
‫لِلْاِنسَا ِ‬
‫کيږي‪ .‬یواځې هغه څه به ورته پاتې کيږي چې په خپله سعې او کوښښ يې کړي دي‪ .‬تاسو دا‬
‫منډې ترړې او هلې ځلې او پانګه اچونه چې له سهاره تر شپې کوئ دا د «سعې» په لړ کې مه‬
‫ګڼئ ‪ .‬دا په حقیقت کې غیر ارادي عملونه او انفعالي حالتونه دي؛ «سعی» بل څيز دی‪.‬‬
‫سعی داسې یو عمل دی چې انسان ژوره اراده کړې وي او د هغه لپاره يې هوډ کړی وي‪ .‬او د‬
‫هغه تر شا ځواکمنه هڅونه شته او د خپلې خوښې او ارادې او د واقعي نیت له مخې یوه‬
‫س ْوفَ يُرَى‪ )۱۲(.‬او هغه به ډیر ژر د خپلې سعی پایله وويني‪ .‬په قرآن کې‬
‫سعْيَهُ َ‬
‫کړنه ده‪َ .‬واَنَّ َ‬
‫دا د «سعی» کلمه په ډول ډول بڼو راغلې چې په ډیره پراخه کچه ده‪ .‬اوس نه غواړو ټول‬
‫وڅېړو‪ .‬خو دا یوه ارزښتناکه مسئله ده چې هغه داسې یو څيز دی چې د یو عمر هڅو او‬
‫کوښښونو وروسته سړي ته پاتې کېږي؟‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۲‬ــ د دنیا پالو پرخالف چې د ژوندانه په سراب کې‪ ،‬د پانګې او ځواک د زیاتولو لپاره د‬
‫مادي سیالیو په هڅو کې ډوب دي‪ ،‬او خپل عمر په ستړیا او شړیدلې توګه تېروي [عَامِلَ ٌة‬
‫نَاصِ َبةٌ ]‪ ،‬له خپلو هڅو او زیار خوښ او راضي دي‪« .‬لِسَعْيِهَا رَاضِيَ ٌة»‪ ،‬د «من سعیها» پر‬
‫ځای [د مرحوم طالقاني په وینا] المل څرګندوي یعنې نعمتونه له دې څېرو سره دي او هغوی د‬
‫نعمتونو څرګندوی او ښکارندوی دي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ ﴿‪﴾۱۲‬‬
‫په لوړ او عالیشان جنت کې [ځای لري]‪.‬‬
‫لَإ تَسْمَعُ فِيهَا لَإغِيَةً ﴿‪﴾۱۱‬‬
‫(‪)۱۲‬‬
‫[چې] پوچې [اپلتې او چټي] خبري په کې نه اوري‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫فِي جَنَّ ٍة عَالِيَةٍ‪ .‬دا جمله د تُسْقَى مِنْ عَيْنٍّ آنِيَةٍ‪ .‬په وړاندې کيږدئ ‪.‬د ناعمة ځای په بر او‬
‫اوچت جنت کې دی‪ .‬عالیة هم وصف دی‪« .‬عالی» یعنې لوړ‪ ،‬هسک او ډېر اوچت او بر‪.‬‬
‫یعنې په یوه هسک او ډېر رفیع او عالي موقعیت او ځای کې‪ ،‬چې تشبیه ده‪ .‬لَّإ تَسْمَعُ فِيهَا‬
‫لَإغِيَةً‪ .‬هلته پوچې او چټي خبري نه اوري‪ ،‬یا ته يې نه اورې‪.‬کولی شو تسمع مخاطب وګڼو‪.‬‬
‫په هر حال‪ ،‬یعنې هغوی چې په دنیا کې له لغو [پوچو‪ ،‬اپلتو او چټي خبرو] څخه اعراض‬
‫کوي او ځان ترې ساتي هلته به هم لغو نه اوري‪ .‬دا معنا هم په ځلونو په قرآن کې راغلې ده‬
‫سمِعُوا ال َّلغْ َو چې کله لغو خبره واوري اَعْ َرضُوا(‪ )۶۲‬له هغه اعراض‬
‫چې وړ انسانان َواِذَا َ‬
‫کوي او مخ ترې ګرځوي‪ .‬یعنې که څوک د بېلګې په توګه هغوی ته ناسمه خبره وکړي یا له‬
‫هغوی ناوړه او ناسمه کړنه او عمل وویني‪ ،‬د ځواب او مقابلې لپاره ورته نه راپورته کيږي او‬
‫د هغوی په څېر عمل سرته نه رسوي‪ .‬لغو یعنې بیهوده چاره‪«.‬هوده»یعنې فایده او ګټه او‬
‫«بېهوده» یعنې بې ګټې لغو خبره یعنې مفته خبره‪ .‬دوی د لغو په وړاندې څه کوي؟ َواِذَا َمرُّوا‬
‫كرَامًا‪)۶۱(.‬او کله چې د بېهوده او ناوړې کړنې سره مخامخ کيږي‪ ،‬له کرامت‬
‫بِاللَّ ْغوِ َمرُّوا ِ‬
‫سره‪ ،‬یعنې په سترتوب او په پراخه سينه ‪ ،‬ترې تيريږي‪.‬د «مؤمنون» په سورت کې يې هم د‬
‫ن‪)۶۶(.‬او هغه کسان چې‬
‫همْ عَنِ اللَّ ْغوِ ُمعْ ِرضُو َ‬
‫هغوی یوه له ځانګړنو دا ډول ګڼلې‪:‬وَالَّذِينَ ُ‬
‫له لغو[پوچو او چټي خبرو] څخه مخ اړوي‪.‬ځکه چې لغو [پوچي او چټي خبرې] د هدفمند‬
‫او موخې واال سړي کار نه دی‪ .‬او مؤمن بې ګټې او بې معنا کار نه کوي‪ .‬د همدفمندو‬
‫انسانانو کار تل مثبت وي چې ګټوره پایله لري‪ .‬د ایمان اهل بیهوده او بې پایلې هڅه نه‬
‫کوي‪ .‬نو ځکه خو يې راتلونکې هم همدا ډول ده‪ .‬هلته هم لغو‪ ،‬پوچې او بېهوده خبرې نه‬
‫اوري‪.‬هلته هره خبره او هر چلن د موخې او جهت واال دی‪ ،‬مثبت دی او خنثی نه دی‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۱۲‬ــ هره بې ګټې او پوچه خبره او کړنه لغو ده‪ .‬لکه د الوتونکو د غږ په څېر چې د هغوی‬
‫لپاره معنا او مفهوم لري خو زمونږ لپاره کوم پیغام نه لري او بې مانا او بېهوده دي‪ .‬مؤمن‬
‫چې هره خبره په ژبه راوړي او هر کار چې کوي اندیز او موخه لرونکی وي‪ ،‬خو منافق هر‬
‫هغه څه چې زړه يې غواړي په ژبه راوړي او کوي ‪ ،‬مؤمن د نورو لغو خبرې زړه ته نه نيسي‬
‫او کوم غبرګون نه څرګندوي [مؤمنون ‪ ،)۳:۶۳( ۳‬فرقان ‪ ،)۵۶:۶۵( ۵۶‬او قصص ‪۵۵‬‬
‫(‪ ])۵۵:۶۸‬او منافق د نورو له خبرو اترو زړه ته خپګان نیسي او مقابله کوي‪ .‬د جنت له نښو‬
‫دا دي چې پرته له رښتیا او سالمتۍ هلته هيڅ لغو او دروغ نه اورېدل کېږي [ مریم ‪۲۶‬‬
‫(‪ ،)۲۶:۱۲‬واقعه ‪ ،)۶۵:۵۲( ۶۵‬نبأ ‪ )۳۵:۵۸( ۳۵‬او غاشیه ‪.])۱۱:۸۸( ۱۱‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫فِيهَا عَيْنٌ جَارِيَةٌ ﴿‪﴾۱۶‬‬
‫(‪)۱۱‬‬
‫په [جنت] کې یوه بهنده چينه ده‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫فِيهَا عَيْنٌ جَارِيَةٌ‪ .‬هلته یوه بهنده چينه ده‪ .‬دلته بیا هم له «چينې» څخه موخه یوازې د اوبو‬
‫چينه نه ده‪ .‬مخکې مې وویل چې دا ټول د تمثیل په ژبه دي یعنې د بېلګې په توګه يې وايي‬
‫ددې لپاره چې په ساده بڼه د مسئلې پوهونه وکړي‪ .‬نه وايې چې «تجری» ‪ ،‬بهيږي‪ ،‬وايې‬
‫چې‪ :‬جَارِيَةٌ یعنې د هغه بهیدل ذاتي دي‪ .‬دا ټول په عربي ژبه کې ادبی او بیانی نکتې دي ‪.‬‬
‫موخه يې داده چې لکه څنګه چې په دنیا کې ددوی په وجود کې خیر بهاند دی او ‪ ،‬لکه د‬
‫چينې په څېر له ځانه خوټېږي‪ ،‬د هغوی له دننه د معرفت‪ ،‬علم‪ ،‬رحمت‪ ،‬ادب او انسایت او‬
‫احسان یوه چینه بهیده او نور خلک يې نېکمرغه او ګټور کول اوس هم هماغسې دي‪.‬‬
‫عَيْنٌ جَارِيَةٌ‪ .‬بهانده چينه ده چې تل ګټه او خیر رسوي؛ نو طبیعي ده چې نورو ته دهغه خیر‬
‫رسيږي او ترې برخمن کيږي‪ .‬نو‪ ،‬لکه څنګه چې په دنیا کې يې وجود د خوټېدونکې چينې‬
‫په څېر دی‪ ،‬هغه یو مثبت ‪ ،‬تخلیقی ‪ ،‬فعال ‪ ،‬هڅور او نیک سړی دی ‪ ،‬په اخرت کې هم د‬
‫هغه وجود یوه بهنده چينه ده‪ .‬د «انسان» په سورت کې‪ ،‬له جنتي نعمتونو د «ابرار» ګټور‬
‫ن الْ َإبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِن كَاْسٍّ‪ .‬ابرار‪ ،‬یعنې نېک چاري‪ .‬د‬
‫کیدل او نېکمرغي داسې ستايي‪ :‬اِ َّ‬
‫ربوبي مِی له ډک شوي کټوري څښي‪.‬كَانَ ِمزَاجُهَا كَافُورًا‪.‬چې کافور ورسره ګډ دي دا کټوری‬
‫َجرُو َنهَا تَفْجِيرًا‪ .‬هغه پخپله په دنیا‬
‫يې له کومه ځایه ډک کړی دی؟ عَيْنًا له هغې چينې چې يُف ِ‬
‫کې کنلې او بهولې ده‪ .‬هغه پخپله ټسکوره وهلې او هغې ته رسېدلی دی‪ .‬څه ډول؟ يُوفُونَ‬
‫طعَامَ عَلَى حُبِ ِه‬
‫ن ال َّ‬
‫بِالنَّذْرِ پر خپلو معنوي ژمنو او وعدو د عمل کولو له الرې‪ .‬وَ ُيطْعِمُو َ‬
‫مِسْکِينًا (‪ )۶۳‬او پر وږو او یتیمانو به يې خواړه او غذا خوړله‪ .‬یو ځل بیا وایم چې دا ټول‬
‫تمثیل دی او د پوهې وړ په ژبه مونږ ته ویل شوی دی‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۱۱‬ــ د «عَيْنٌ» نکره راتلل پر مبهم والي او مجازي والي داللت کوي او دا چې له دنیايي‬
‫چينو سره د پرتله کېدو وړ نه دي او «جَارِیَه» والی‪ ،‬يي چې الزم صفت دی‪ ،‬د هغه د دوام او‬
‫پرله پسې والي ښکارندوی دی ویل کيږي چې «عَیْنَاَ تَجْ ِری»‪ .‬د دنیوي بڼ او بوستان‬
‫شينوالی او ښيرازي د هغه په سرچينې پورې اړه لري چې اوبه له هغې بهيږي [جنات و‬
‫عیون]‪ ،‬قرآن له دغو پېژندل شوو او حقیقي کلمو‪ ،‬د استعارې او تمثیل په مقام‪ ،‬د اعمالو‬
‫باغ او بوستان او بهنده چينې مجاز ته راوړي دي چې دهغوی درک کول او پوهیدل پرته د‬
‫تشبیه له ژبې مونږ ته شوني نه دي‪ .‬الندینیو موردو ته پاملرنه وکړئ‬
‫جنَّاتٍ وَعُيُونٍ » [حجر ‪ ،)۴۵:۱۵( ۴۵‬دخان ‪ ،)۵۶:۴۴( ۵۶‬ذاریات ‪۱۵‬‬
‫«اِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي َ‬
‫(‪ ،)۱۵:۵۱‬مرسالت ‪« ،])۴۱:۵۵( ۴۱‬فِيهِمَا عَيْنَانِ تَجْرِيَانِ » [رحمن ‪،])۵۲:۵۵( ۵۲‬‬
‫«فِيهِمَا عَيْنَانِ َنضَّاخَتَانِ» [رحمن ‪« ،])۲۲:۵۵( ۲۲‬عَيْنًا فِيهَا تُسَمَّى سَلْسَبِيلًا» [انسان ‪۱۸‬‬
‫(‪« ،])۱۸:۵۲‬عَيْنًا يَشْ َربُ بِهَا عِبَادُ ال َّلهِ ‪[ »...‬انسان ‪« ،])۲:۵۲( ۲‬عَ ْينًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ»‬
‫[مطففین ‪.])۶۸:۸۳( ۶۸‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫فِيهَا سُرُرٌ مَرْفُوعَةٌ ﴿‪﴾۱۳‬‬
‫(‪)۱۶‬‬
‫په [جنت] کې اوچت کړل شوي تختونه دي‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫فِيهَا سُرُرٌ مَّرْفُوعَةٌ‪ .‬سُرر د «سریر» جمع ده چې د تخت په معنا دی‪ .‬هلته به پر لوړو (مرفوعه)‬
‫تختونو تکیه وکړي‪ .‬په پخوانیو مهالونوکې به شتمن او چارواکي پر لوړو تختونو‬
‫کښېناستل چې پر اوچتو ځایونو به ايښي وو یا ستنې او مټې به يې اوږدې او لوړې وي‪ .‬د ا‬
‫د هغه پېر د عرب وګړو لپاره یوه تشبیه ده‪ .‬اوس مهال هم که تاسو دوبۍ او عربستان او‬
‫شاوخوا سیمو ته تللي یاست‪ ،‬لیدلي به مو وي چې د کورونو په انګړونو کې د مېلمنو د‬
‫استراحت لپاره لوړ او اوچت تختونه ایږدي چې فرشونه يې پرې غوړولي وي‪ .‬د هغه مهال‬
‫عربو په ذهنیت کې د یو چا پر لوړ ځای کښيناستل ډیر ښکلی‪ ،‬او زړه راښکونکی برېښېده‪.‬‬
‫خو لکه څنګه چې مؤمن په دنیا کې پر ټیټو څيزونو تکیه نه کوي او د ډاډ او ويسا ځای او د‬
‫يون موخه يې پر لوړه او اوچته سطحه ده‪ .‬په آخرت کې هم د هغوی ځای لوړ او اوچت‬
‫تختونه دي‪ .‬په هر حال ‪ ،‬له دغو تمثیلونو او نندارو سره باید چې په اصل مطلب پوه شو او‬
‫پاملرنه وکړو چې په دې دنیا کې مو پر څه او کومو څيزونو تکیه کړې نو هلته په هغې دنیا‬
‫کې هم له دې دنیا سره تناسب لري‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫سرُر» [د سریر جمع] يې تخت معنا کړی‪ ،‬خو دا کلمه د «سِر» [ پټ او پنهان کار او‬
‫‪ ۲۱‬ـــ « ُ‬
‫خبره ] له رېښې اخيستل شوې ده‪ .‬دنننۍ خوښۍ ته هم‪ ،‬له دې امله چې په زړه کې پټه ده‬
‫«سرور» وايي‪ .‬نو سریر‪ ،‬نه هر تخت او ناستون‪ ،‬بلکه هغه ځای او مکان چې خوښند دی‪ ،‬د‬
‫پاچایانو تخت ته هم له دې کبله سریر ویل شوی چې د خوښۍنښه ده ځکه چې له دې الرې‬
‫خپل ځواک څرګندوي اوپه خپل ځواک او چاپېرېال کې خپلې غوښتنې عملي کوي‪ .‬د داسې‬
‫تختونو «مَرْفُوعَهٌ»والی‪،‬د نېکو او صالحو عملونو او کړنو په توسه د هغوی په اوچتولو‬
‫داللت کوي نه دا چې پخپله لوړ او او چت وي‪ .‬تخت له مځکې اوچته یوه اتکايې سطحه‬
‫ده چې دچاپېریال په نندارو مسلطه وي او په مجازې توګه د ایماني اتکاء سطحي ته یا د‬
‫مؤمنانو د اند سطحې ته اشاره کوي چې پورته لوړه او اوچته شوې ده [مرفوعه]‪ ،‬لکه څنګه‬
‫چې په دنیا کې د دوی د فضل او کمال له سرچینې څخه خلکو ته خیر او سعادت خوټيږي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَ َا كْوَابٌ مَوْضُوعَةٌ ﴿‪﴾۱۴‬‬
‫(‪)۱۳‬‬
‫او جامونه [متناسب] ايښوول شوي دي‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫كوَابٌ َّم ْوضُوعَةٌ او جامونه چې ایښودل شوي دي‪« .‬موضوع» یعنې وضع شوي دي او‬
‫وَ اَ ْ‬
‫متناسب ايښودل شوي دي‪ .‬په بل ځای کې وايي چې دا د شرابو جامونه څه ډول دي‪َ :‬قوَارِيرَ‬
‫ضةٍ د سپينو زرو ښيښه يي جامونه‪ .‬قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا‪« )۶۴( .‬قدر» یعنې کچه او اندازه‪.‬‬
‫مِن فِ َّ‬
‫یعنې ددې جامونو څښتنانو پخپله دا جامونه اندازه کړي دي‪ .‬په بله وینا دا چې‪ ،‬د هر چا‬
‫جام د بل چا له جام سره توپير لري‪ :‬قَدَّرُوهَا َتقْدِيرًا‪ .‬ددغه جام مقدرات متغیر دي او داسې نه‬
‫دی چې جامونه ټول په یو قدر او کچه وي‪ .‬البته دلته بیا هم منظور او موخه فلزي او ښيښه‬
‫يې جام نه دی‪ .‬د هر چا جام د هغه کچې او اندازې سره متناسب دی چې پخپله يې په دنیا‬
‫کې برابر کړی دی‪.‬لکه څنګه چې مثالً مونږ پوهېږو چې څومره اوبه په خپله وړتیا په خپل‬
‫لوښي را اخېستی شو‪ ،‬په راتلونکې کې هم د خپل وجود په ظرف او وړتیا پوهیږو چې تر‬
‫کومې کچې کولی شو له لوړ او متعالي ژوند برخمن شو‪ .‬دا چې دا کچه او اندازه يې څومره‬
‫كوَابٌ َّم ْوضُوعَةٌ‪.‬‬
‫ده پر مونږ تړلې ده‪ ،‬ځکه چې کچې يې مونږ پخپله برابرې کړي دي‪ .‬وَاَ ْ‬
‫«اَکواب» یعنې د شرابو جامونه‪ .‬او دلته بیا هم یادونه کوم چې مقصد يې انګوري شراب نه‬
‫دي‪ .‬زمونږ عارفانو‪ ،‬لکه مولوي‪ ،‬حافظ او رحمان بابا له جام او مئ ‪ ،‬ساقي‪ ،‬ساغر او‬
‫کنډول او ددې په څېر د نورو څیزونو په اړه ډېرې خبرې کړي او نه شو کولی هغه ټولې‬
‫خبرې لږ تر لږه په ظاهري معنا وګڼو‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪۱۳‬ــ « َا كْوَابٌ » د «کوب» [جام‪ ،‬کاسه‪ ،‬قدح‪ ،‬تُنګ‪،‬کنډول‪ ،‬کټوری]جمع ‪ ،‬عربانو ته‬
‫پيژندل شوي د شراب خورۍ لوښي وو چې قرآن له هغوی په مجازي توګه او په ډیره ژوره‬
‫عهٌ» د وضع [ايښوول] له‬
‫معنا د ربوبي شرابو د لوښي په عنوان استفاده کړې ده‪ .‬خو « َم ْوضُو َ‬
‫ريښې‪ ،‬لکه د حمل وضع [لنګون]‪ ،‬برابرول او رامنځته کول دي‪ ،‬لکه چې فرمایلي يې دي‪:‬‬
‫ضعَهَا لِ ْل َانَامِ» [ځمکه يې د موجوداتو لپاره برابره کړه]‪،‬‬
‫رحمن ‪ )۱۲:۵۵( ۱۲‬ــ «وَالْإَرْضَ وَ َ‬
‫یا آل عمران ‪« )۲۲:۳( ۲۲‬اِنَّ اَ َّولَ بَيْتٍ ُوضِعَ لِلنَّاسِ ‪[ » ...‬لومړنۍ کوټه چې د خلکو لپاره‬
‫رامنځته شوه او ودانه شوه‪ ،]....‬په همدغه طریقه د اکواب موضوعه والی د هرچا د اعمالو‬
‫په تناسب د هغه د جام له مخکې په جوړېدو داللت کوي‪ .‬له مخکې د دغو لوښو د کچې‬
‫ټاکل کېدل يې په نورو موردونو کې څرګند کړي دي‪ .‬له هغې جملې انسان ‪ )۱۵:۵۲( ۱۵‬او‬
‫ن فِضَّةٍ قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا»‪.‬‬
‫ب كَا َنتْ قَوَارِيرَا ــ َقوَارِي َر مِ ْ‬
‫كوَا ٍ‬
‫‪۱۲‬ــ «‪َ ...‬واَ ْ‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَنَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌ ﴿‪﴾۱۵‬‬
‫او په صف [=لیکه او کتار] ايښوول شوي بالښتونه [یا یو دبل پر مخ ايښوول شوي او‬
‫( ‪)۱ ۴‬‬
‫اوبدل شوي]‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَ نَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌ‪« .‬نَمرَق» او «نُمرَقه» یعنې تکیه ځای ــ د ډډې لګولو ځای‪ .‬وړوکی بالښت‪.‬‬
‫پشتۍ او تکیه ته هم نمرقه وايي‪.‬نمارق یعني تکیه ګانې‪.‬‬
‫مَصْفُوفَةٌ یعنې په صف کړلې شوې او کتار ايښوول شوې‪ .‬یعنې لکه څنګه چې هغوی په دنیا‬
‫کې په حق تکیه کړې وه‪ ،‬دلته هم صف په صف او یو په بل پسې او پوړۍ په پوړۍ تکیه‬
‫ځایونه او د ودې او کمال پړاوونه لري‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۴۱‬ـــ نَمَارِقُ د نُمرُق جمع‪ ،‬هغه پشتي او بالښت دی چې هغه ته تکیه کوي او د تکیه ځای‬
‫مفهوم پکې څرګند دی‪ ،‬لکه ځنګه چې په نهج البالغه ‪ ۱۲۲‬حکمت کې د اهل بیت په اړه‬
‫حنُ‬
‫راغلي دي ‪ :‬مونږ متعادل تکیه ځای یو چې تالي او غالي له هغه سره یو ځای کيږي [نَ ْ‬
‫النُمْ ُرقَهُ الُْوسْطی‪ ،‬بِهَا َیلْحَقُ التالِی‪ ،‬وَ اِلَیْهَا یَ ْرجِـعُ ا ْلغَالِی]‪.‬‬
‫«مَصْفُو َفةٌ » والی يې په لیکه کېدل او په صف او کتار کې د راتللو په معنا دی چې د تکیه‬
‫ځایونو د پوړیو پر لړۍ داللت کوي چې هر څوک د ایمان او د خپل صالح عمل په تناسب‬
‫پر هغوی تکیه وهي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَزَرَا ِبيُّ مَبْثُوثَةٌ ﴿‪﴾۱۲‬‬
‫(‪)۱۵‬‬
‫او [نفیس] فرشونه [یا پردې] غوړول شوي ‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَ زَرَابِيُّ مَبْثُوثَةٌ ‪« .‬زرابی» د فرش په څیر غوړیدونکی یو څیز دی‪ .‬یعنې هغه څه چې يې تر‬
‫پښو الندې اوار کړي او غوړولي او د ژوندانه سېنګار يې دی‪َ .‬مبْثُو َث ٌة یعنې خپور او غوړول‬
‫شوی‪ .‬دا متل به مو خامخا اوریدلی وي چې وايې هرڅوک باید خپلې پښې د خپل لېمسي په‬
‫کچه وغځوي یعنې هر څوک باید د خپلې وسې په کچه کړنه یا توقع وکړي‪ .‬یا دا چې وايي‬
‫پښې دې له خپل ټغره مه اوږدوه‪ .‬یعنې له خپلو ټاکلو بریدونو تېری مه کوه‪.‬‬
‫اوس‪ ،‬هلته د انسان لپاره ټاکل شوي بریدونه څه دي؟ هغه څه چې دهغه لپاره اوار او غوړول‬
‫شوي او د هغه وجودي ټغر دی څه څيز دی؟ هماغه د هغه دکړنو اوعمل ډګر چې یا ډېر‬
‫ارت او یا ډېر تنګ دی‪..‬‬
‫تر دغه ځایه د دغه سورت دا شپاړس آیتونه په راتلونکي پورې اړه لري او د راتلونکي دنیا‬
‫خبره د تمثیل او تشبیه په ژبه‪ .‬یوه پراخه پېښه چې په راتلونکي کې به رامنځته شي او‬
‫انسانان به په هغه مهال دوه سرلیکه لري‪:‬یا به له تش السو او سرټيټو څېرو سره راځي‪،‬دا‬
‫هماغه کسان دي چې په خپلو السونو يې ځانونه سوزولي دي‪ ،‬چې اصطالحاً وسمهال ورته‬
‫«سوزېدلی نسل» وايي‪ ،‬او یا له نعمت او خوښۍ څخه له برخمن وجود سره‪ .‬طبیعي ده چې‬
‫کله دا جهان او شرایط يې بدل شي او یوې بلې فزیکي دنیا ته داخل شو‪ ،‬زمونږ د وجود‬
‫ذرې‪ ،‬لکه د توخم په څېر چې دخاورې په زړه کې پالل کېږي‪ ،‬دوه ډوله بېالبېل سرلېکونه‬
‫رامنځته کوي‪.‬‬
‫له شپاړسم آیت وروسته د طبیعت اړوند برخه ده‪ .‬سورت درې برخې لري‪ .‬اصلي برخه‪ ،‬چې‬
‫د سورت ‪ ۲۵‬سلنه تشکیلوي‪ .‬تر دغه ځایه د راتلونکې پورې اړه درلوده‪ ،‬خو له دې وروسته‬
‫وايي که تر اوسه ستا د راتلونکي سرليک په اړه چې تاته وویل شول نه پوهيږي او نه يې شې‬
‫درک کولی او دا ذهني او مجرد او بلکه خیالي مفهومونه ګڼې‪ ،‬نو طبیعت ته وګوره او‬
‫سترګې دې په دغو څرګندو او ظواهرو پرانېزه‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۲۱‬ـــ «زَرَابِيُّ» د زربیه جمع‪ ،‬په زړه پورې او نفیس فرش ته ویل کېږي او د نکره په توګه‬
‫راتلل يې په ناپېژندل شوي او غیر عادي والي داللت کوي چې د تشبیه او استعارې په بڼه‬
‫ث [خپرول ‪ ،‬اوارول او غوړل] له رېښې له دنیوي اند او فکر‬
‫بیان شوی دی‪« .‬مَبْثُو َثةٌ» د بَ َّ‬
‫څخه اوچت د داسې په زړه پورې او نفیسو فرشونو غوړولو ته اشاره کوي‪.‬‬
‫دا یوه مشهوره اصطالح ده « چې هر څوک دې پښې د خپل ټغر په کچه وغځوي» خو د‬
‫ایمان او صالح عمل د اهل‪ ،‬ټغر هم نفیس او فاخر دی هم خپور او بې کچې‪ ،‬چې په‬
‫كوَابٌ‬
‫راتلونکي کې د هغوی د عمل د ډګر او سيمي نښه ده‪ .‬درې ګونه نښې او پاملرنې‪ :‬اَ ْ‬
‫صفُوفَةٌ‪ ،‬زَرَابِيُّ مَبْثُوثَةٌ‪ ،‬چې د لومړني آیت پرخالف له «فیها» پرته راغلي‬
‫مَّ ْوضُوعَةٌ‪ ،‬نَمَارِقُ َم ْ‬
‫دي‪ ،‬د دغو نعمتونو پرله پسې والی او اړیکه له دوو اصلي نښو « عَ ْينٌ جَارِيَةٌ » او « سُرُرٌ‬
‫مَّرْفُوعَةٌ » سره څرګندوي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫اَفَلَا يَنْظُرُونَ اِلَى الْإِ ِبلِ كَيْفَ خُلِقَتْ﴿‪﴾۱۵‬‬
‫آيا اوښ ته نه ګوري (‪ )۴۱‬چې څه ډول پنځول شوى دى؟!‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫له دې وروسته په حقیقت کې زمونږ د ذهن او عقل پام د طبیعت د نړۍ نانټیالو واقعیتونو ته‬
‫ل كَيْفَ خُلِقَتْ‪ .‬هغه څوک چې د راتلونکي په اړه‬
‫ن اِلَى الْإِبِ ِ‬
‫اړوي‪ .‬لکه چې وايي ‪ :‬اَفَلَا يَنظُرُو َ‬
‫دا خبرې نه مني‪ ،‬آیا اوښ ته نه ګوري چې كَ ْيفَ خُلِقَتْ‪ .‬څنګه پنځول شوی دی؟ بیا هم دلته‬
‫د څوارلس سوه کالو مخکې عربو د پوهې په کچه او په واقعیت کې د هغوی د لید له ګوټه‬
‫خبره کوي‪ .‬اوښ د عربو په ژوند کې بنسټیزه ونډه درلوده ‪ .‬له دغه ژوي پرته ناشوني وه چې‬
‫هغوی په دښتو او سارا کې ژوند وکړي‪ .‬ناشوني وه چې په اوه نیو‪ ،‬اوه نیو (هفتو‪،‬هفتو ) په‬
‫هغه استوايي توده سوځنده هوا کې الر ووهي او اوښان يې یوازې اغزي وخوري‪ .‬بې له دې‬
‫چې اوبو ته اړتیا ولري‪ .‬دا سارايي ژوی داسې پنځول شوی چې خوراک يې یوازې اغزي‬
‫دي او کوهان يې‪ ،‬چې غوړ پکې زیرمه کيږي‪ ،‬د دښتې او بیابان په سوځوونکي لمر کې‬
‫ویلې کيږي او د هغه د بدن اوبه برابروي‪ .‬د دغه ژوي پښې هم د بیابان او دښتې له شګو او‬
‫شنګېړ سره مناسبې خلق شوې دي‪ .‬یا د ورمېږ او غاړې بڼه يې‪ ،‬چې په اسانۍ کولی شي‬
‫هغه ته فنر ډوله بڼه ورکړي او کېني‪ .‬یا ارامتیا او استوګنه يې او ټول وجود يې د پنځېدلې‬
‫نړۍ له حیرانوونکو څيزونو څخه دی‪ .‬فرمايي ایا د اوښ د پنځېدو د څرنګوالي په اړه اند نه‬
‫کوئ ؟ پر دې بنسټ چې هر توکم د ژوند په چاپیریال کې د کومو څيزونو سره مخامخ دی‬
‫او ورسره اشنا دی‪ ،‬دوی ته د وینا او مخاطبې ژبه هم توپیر کوي‪ .‬چې ساده بېلګه يې‬
‫همدغه آیتونه دي چې دا انځورونه د سارايي او بدوي عربو لپاره دي چې پر خپلو اوښانو‬
‫سپاره په ارامۍ په دښته او بیدیا کې الر وهي‪ .‬د هغوی هماغه مرکب او لېږدوونکي ته اشاره‬
‫کوي‪ ،‬چې په سوځنده دښته او بیدیا کې دا ډول یو ځواک لري‪ ،‬او وايي آیا دغه اوښ ته چې‬
‫پرې سپور يې نه وينې چې څه ډول د سارا د ژوند لپاره خلق شوی او پنځول شوی دی؟ او‬
‫دا لیدنه یوازې کتل نه دي‪ ،‬بلکه په غور لیدنه ده د اند د سترګو غړول دي؛ د بصیرت د لید‬
‫پیدا کول دي‪ .‬البته‪ ،‬ښايي ته اوس نه پوهېږې‪ .‬او په رښتیا هم نه پوهېد‪ .‬خو دا باید ستا‬
‫لپاره د پوښتنې وړ وي چې دا چا خلق کړی او پنځولی؟ له کومه راټوکېدلی؟ او په څه ډول د‬
‫دغه چاپیریال او اقلیم سره متناسب خلق شوی دی؟‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۱۲‬ـــ د « کَیْفَ » استفهام ‪ ۸۳‬ځلې په قرآن کې تکرار شوی او د بندګانو پاملرنه يې په‬
‫آسمان او ځمکه او د ژوو په عالم کې د پدیدو او ښکارندو «څرنګوالي» ته اړولې ده؛ لکه‬
‫ظرُونَ ِالَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِ َقتْ وَاِلَى السَّمَاءِ كَيْفَ رُ ِف َعتْ‬
‫غاشیه ‪ )۱۵:۸۸( ۱۵‬تر ‪ ۶۲‬ــ « اَ َفلَا يَنْ ُ‬
‫جبَالِ كَ ْيفَ ُنصِ َبتْ وَاِلَى الْإَرْضِ كَ ْيفَ سُطِحَتْ»‪ .‬همدا ډول د تېرو قومونو سرلیک ته‬
‫وَاِلَى الْ ِ‬
‫مکَذِبِینَ‪ ،‬الْمُجْرِمِینَ‪ ،‬الْمُفْسِدِینَ‪ ،‬الظَّالِمِین‪ ،‬الْمُنْذَرِینَ‪،‬‬
‫ف کَانَ عَاقِبَ ُة الْ ُ‬
‫ظرُوا کَیْ َ‬
‫کتنه لکه‪ :‬فَانْ ُ‬
‫صحَابِ الْفِیل‪.‬‬
‫ن قَ ْبلِهِمْ‪ ،‬کَیْفَ فَعَلَ رَبُّکَ بِعَادٍ‪ ،‬فَعَلَ رَ ُّبکَ بِاَ ْ‬
‫الَّذِینَ مِ ْ‬
‫ظرْ اِلَى آثَارِ رَحْمَتِ اللَّهِ كَيْفَ يُحْيِي‬
‫د ځمکې په کره کې د ژوند پیدايښت ته پاملرنه « فَانْ ُ‬
‫الْإَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا‪[ »...‬روم ‪،])۵۲:۳۲( ۵۲‬همدا راز د جو د طبقو د جوړیدو څرنګوالی او‬
‫ظرُوا اِلَى السَّمَاءِ فَوْقَ ُهمْ كَ ْيفَ َبنَيْنَاهَا‬
‫د وریځ باد او باران تحوالت او اووښتون‪َ « :‬افَلَمْ َينْ ُ‬
‫ق ثُ َّم يُعِيدُهُ‪..‬قُلْ سِيرُوا فِي‬
‫وَزَيَّنَّاهَا‪[ »....‬ق ‪ « ،])۲:۵۲( ۲‬اَوَ َلمْ يَرَوْا كَ ْيفَ يُبْدِىُ اللَّ ُه ا ْلخَلْ َ‬
‫ف َبدَاَ ا ْلخَلْقَ‪[ »....‬عنکبوت ‪ )۶۲:۱۲( ۱۲‬او ‪« ،] ۶۲‬اللَّهُ الَّذِي يُرْسِلُ‬
‫ظرُوا كَيْ َ‬
‫الْإَرْضِ فَانْ ُ‬
‫سحَابًا فَ َي ْبسُطُهُ فِي السَّمَاءِ كَيْفَ َيشَاءُ‪[ »...‬روم ‪ « ،])۴۸:۳۲( ۴۸‬اَ َلمْ تَ َر اِلَى‬
‫الرِيَاحَ فَتُثِيرُ َ‬
‫كنًا‪[ »...‬فرقان ‪.])۴۵:۶۵( ۴۵‬‬
‫ف مَدَّ الظِلَّ وَ َلوْ شَاءَ َلجَعَ َلهُ سَا ِ‬
‫رَبِكَ كَيْ َ‬
‫ن »[انعام ‪۲۵‬‬
‫ظرْ كَ ْيفَ نُصَرِفُ الْآيَاتِ لَعَلَّ ُهمْ يَفْقَهُو َ‬
‫همدا راز په تشریعي آیتونوکې‪ ....« :‬انْ ُ‬
‫(‪ ،])۲۵:۲‬یا د عذاب ګواښنې لکه‪.. ..« :‬فَكَ ْيفَ كَانَ عَذَابِي َونُذُرِ»[قمر ‪..« ،])۵۴:۱۸(۱۸‬‬
‫‪ ...‬فَكَ ْيفَ كَانَ نَكِيرِ » [ملک ‪َ ......« ،])۱۸:۲۵(۱۸‬فكَيْفَ كَانَ عِقَابِ » [رعد‬
‫‪ ])۳۶:۱۳(۳۶‬او داسې نور‪ .‬دا څرګنده ده چې په سوځنده ساراګانو او عربستان کې د اوبو‬
‫په نشت او د تودوخې په زغملوکې د اوښ بدني جوړښت‪ ،‬د اوبو زیرمه کول او په کوهان کې‬
‫وازګه او نورې بېلوونکې ځانګړنې يې ډیرې د حیرانتیا وړ دي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَاِلَى السَّمَاءِ كَ ْيفَ ُرفِعَتْ﴿‪﴾۱۸‬‬
‫(‪)۱۵‬‬
‫او اسمان ته [نه ګوري] چې څرنګه اوچت کړای شوى دى؟!‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫اوښ ورو ورو یون کوي او سپور په اند کې ډوب سترګې د آسمان څنډو ته نېولې او دا غږ را‬
‫په زړه کوي چې َواِلَى السَّمَاء كَيْفَ رُفِ َعتْ‪ .‬او د خپل سر له پاسه آسمان ته وګوره چې څه‬
‫ډول لوړ شوی او اوچت کړای شوی دی‪ .‬په دې آسمان کې ميلیونونه کهکشانونه او په هر یو‬
‫کې میلیونونه لمرونه‪ .‬دا یوازې د نړۍ هغه ګوټ دی چې مونږ د تلسکوپ او د نورو توکو په‬
‫مرسته توانېدلي یو وپېژنو‪ .‬آیا هغه ته نه ګوري؟ وَینظرون‪ ...‬اِلَى السَّمَاء كَيْفَ رُفِ َعتْ‪.‬‬
‫او ټينګار پر كَيْفَ ؟ څرنګه او پر کوم کیفیت ؟ دا ټول چا پنځولي؟‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۱۵‬ــ د آسمان لوړوالی او هسکوالی يې په نورو آیتونو کې هم بیان کړی دی‪ :‬طور ‪۵‬‬
‫ع »‪ ،‬رحمن ‪ )۵:۵۵( ۵‬ـ « وَالسَّمَاءَ رَفَ َعهَا وَوَضَعَ الْمِيزَانَ »‪،‬‬
‫(‪ )۵:۵۶‬ـ « وَالسَّقْفِ ا ْلمَرْفُو ِ‬
‫رعد ‪ )۶:۱۳( ۶‬ــ « ال َّلهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْ ِر عَمَدٍ تَرَوْنَهَا‪.» ....‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَاِلَى الْجِبَالِ كَيْفَ ُنصِبَتْ﴿‪﴾۱۲‬‬
‫(‪)۱۸‬‬
‫او غرونو ته [نه ګوري] چې څنګه يې ټيکاو موندلی؟‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫جبَالِ كَ ْيفَ ُنصِ َبتْ‪ .‬اوس له آسمانه ډیر ښکته راځي‪ .‬هلته لېرې‪ ،‬د دښتې په څنډو کې‬
‫وَاِلَى الْ ِ‬
‫د غرونو انځور په ګوته کوي‪ .‬دې غرونو ته نه ګوري چې څه ډول استوار او اېښودل شوي دي‬
‫او لکه د مېخ په څېر په ځمکه کلک شوي دي؟ او د ځمکې دا جامد قشر [پوټکی] چې د‬
‫ځمکې د قطر له یوسلنې څخه لږ دی د حیرانتیا وړ ده چې د ځمکې د جامد پوټکي پېړوالی‬
‫د مڼې د پوټکي له پېړوالي نسبت ټولې مڼې ته ډیر لږ دی‪ .‬آیا د حیرانتیا وړ نه ده؟ یعنې که‬
‫ددې مڼې پوټکی واخلئ‪ ،‬د مڼې ټوله غوښنه برخه يې یوه ټوټه اوبه دي‪ .‬هغه مهال به څنګه‬
‫دا غرونه چې د خپلو ټولو لوړتیاو سره چې د ميخ په څېر په ځمکه کې ننوتي دي او لوی‬
‫وچې يې کلکې ساتلي چې حرکت ونکړي‪ ،‬چې له دې بڼې پرته به د تختو د ټوټو په څېر د‬
‫اوبو پر مخ وای او تل به يې اخوا دېخوا حرکت کولی‪ .‬آیا د غرونودې بڼې او څرنګوالي ته‬
‫چې څه ډول مستقر شوي دي او کلکوالی يې پیدا کړی فکر او اند نه کوې؟‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۱۸‬ــ د غرونو نصب هماغه ټیکاو‪ ،‬ځای پر ځای کول او کلکوالی يې دی چې په قرآن کې په‬
‫نورو عبارتونو هم راغلی دی‪ .‬لکه‪ :‬نبأ ‪ )۵:۵۸( ۵‬ــ « وَا ْلجِبَا َ‬
‫ل اَوْتَادًا » [غرونه مو د میخونو‬
‫ل‬
‫په څېر د مځکې د طبقاتو د ساتلو لپاره ټک وهلي دي]‪ ،‬نازعات ‪ )۳۶:۵۲( ۳۶‬ـ« وَا ْلجِبَا َ‬
‫اَرْسَاهَا»[او غرونه مو د ځمکې د لنګر په توګه ځای پر ځای کړي]‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫وَاِلَى الْإَرْضِ كَ ْيفَ سُطِحَتْ﴿‪﴾۶۲‬‬
‫(‪)۱۲‬‬
‫او ځمکې ته [نه ګوري] چې څرنګه اواره شوې ده؟‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫طحَتْ‪ .‬او ځمکې ته چې په څه ډول غوړېدلې او اواره شوې ده؟ هغه‬
‫س ِ‬
‫وَاِلَى الْإَرْضِ كَيْفَ ُ‬
‫ځمکه چې د کرکيلي او کښت وړ ده؟ وينئ چې دلته د څلورو رکنونو څخه یادونه کيږي چې‬
‫لکه د هستۍ د څلورو ستنو په څير دي‪ :‬لکه د ميز دڅلورو پایو په څير چې میز يې ودرولی‬
‫دی‪ :‬دا َمرکب چې پرې سپور يي‪ ،‬هغه څه چې د سر له پاسه دې غوړېدلی او خپور دی‪ ،‬غر‬
‫او ځمکه چې د پښو الندې دې فرش شوې ده‪ .‬ښايي که زمونږ په زمانه کې وای‪ ،‬ویلي به يې‬
‫وای چې دې الوتکې ته چې د هغې په توسه الوتنه کوې وګوره‪ .‬هغو قوانينو ته پاملرنه وکړه‬
‫چې پر فضا واکمن دي او پوه شه چې همدا قوانین دي چې د هغه په توسه څو زره ټنه‬
‫اوسپنه د هغو ټولو سپرلیو سره پورته وړي‪ .‬ننداره يې وکړه چې په څومره سوکاله او چټکه‬
‫توګه الوتنه کوي‪ .‬دا ټول هغه قوانین دي چې په جهان کې په کار دي او پر بنسټ يې کړنې‬
‫کيږي‪ .‬د نازعات په سورت کې لولو چې وَالنَّازِعَاتِ غَرْقًا‪ .‬سوګند په هغو ځواکونو چې له‬
‫شطًا‪ .‬او بیا وروسته نرميږي او خوښنده او له نشاطه ډک‬
‫ځمکې کنل کيږي‪ .‬وَالنَّاشِطَاتِ نَ ْ‬
‫ت سَبْقًا‪ .‬او‬
‫سبْحًا‪ .‬او مخ په پورته المبوزن کيږي‪ .‬فَالسَّابِقَا ِ‬
‫حرکت ته رسيږي‪ :‬وَالسَّابِحَاتِ َ‬
‫سبقت کوي او مخکې والی مومي‪ .‬په جهان کې په پرله پسې توګه په بل یون پسې دی‪ .‬په هر‬
‫صورت‪ ،‬په طبیعت پورې اړوند دا څو آیتونه د راتلونکې پورې اړوند له لومړنۍ برخې‬
‫وروسته راغلي‪ ،‬چې که په هغه سم پوه نه شوې‪ ،‬خپل چاپيریال ته دې وګوره؛ ځمکې ته‪،‬‬
‫غره ته‪ ،‬دښتې ته او هغه څه ته چې پرې سپور يې‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۱۲‬ــ د ځمکې مسطح او مستوي کیدل‪ ،‬په داسې حال کې چې کیدی شوی ټول تاو راتاو‬
‫‪،‬چين چين او غرنی وای‪ ،‬د انسان د ټیکاو ‪ ،‬کر کيلې ‪ ،‬د ګرځندوی او نندارې چاپېریال يې‬
‫برابر او شونی کړی دی‪ .‬دا کلمه یوازې یو ځل په قرآن کې راغلې ده‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫َك ٌر﴿‪﴾۶۱‬‬
‫فَذَكِرْ اِنَّمَا اَ ْنتَ مُذ ِ‬
‫نو [ خلکو ته ددې حقیقتونو] ذکر وکړه چې ته یوازې ذکر کوونکی يې [= ستا کار‬
‫یوازې‪ ،‬د خلکو وېښول او د حق لور ته پام اړول دي]‪،‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫او د پای برخه پیغمبر ته خطاب دی‪ .‬اوس نو که بېا هم خلک حاضر نه شول چې غوږ‬
‫ونيسي او پوه شي‪ ،‬نو په دې صورت کې د پیغمبر وظیفه څه ده؟ځکه که د سړي په زړه اغېز‬
‫ونکړي او د زړه له تله پاملرنه ونکړي نو ګټه نه لري‪ .‬په زور خو نه کېږي چې څوک منلو ته‬
‫مجبور کړي‪.‬‬
‫فَذَكِرْ‪«.‬ذکر»یعنې یادول او ويښتیا‪ .‬وریاد يې کړه او پوه يې کړه‪ .‬او روښاندويي وکړه‪ .‬ذکر د‬
‫«نسیان» په مقابل کې دی‪ .‬نسیان هیرول دي او آدمیزاد هیروونکی‪ .‬نو‪ ،‬راويښ يې کړه؛ خبر‬
‫يې کړه‪ .‬په هغه څه چې په چاپېریال کې يې دي وریاد يې کړه او پام يې ورته واړوه او متذکر‬
‫َك ٌر‪ .‬چې ته یوازې «مذکِر»يې‪ ،‬اِنَّمَا یعنې په تحقیق سره همدا دی او له‬
‫يې کړه‪ .‬اِنَّمَا اَنتَ مُذ ِ‬
‫دې بل نه دی‪ .‬ستا نقش یوازې ويښول او روښاندي ده‪.‬‬
‫قرآن وايي چې د هغه دعوت « سراج منیر » دی؛ روښانه څراغ دی‪ .‬ته بلونکی يې او هغه‬
‫چې د سړي الر ته څراغ نيسې او الره روښانه کوي‪ .‬هغه زور نه وايي‪ .‬څراغ یوازې الره‬
‫روښانه کوي او الر ښئ‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫طرٍ﴿‪﴾۶۶‬‬
‫لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْ ِ‬
‫(‪)۶۲‬‬
‫ته [پرته د حق له ذکر کولو] پرې زورواکی [خپل چاری او څارونکی] نه يې‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫لَسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَ ْيطِ ٍر‪ .‬ته زورواکی اوخپل چاری نه يې‪« .‬مصیطر» په اصل کې «مسیطر» دی‬
‫د «سطر» له ريښې د خط او لیکلو په معنا‪« .‬دیکتاتور» هم هغه چا ته وايي چې فرمان يې‬
‫نورو ته «دیکته» کوي ‪ ،‬یا د بېلګې په توګه یبصط‪ ،‬د«یبسط» پر ځای یا «بصطة»‪ ،‬د«بسطة»‬
‫پر ځای‪ ،‬په قرآن کې راغلي دي‪ .‬دا کلمې‪ ،‬د عربي لیک د ګرامر [رغاونیز] سره‪ ،‬سمون نه‬
‫لري‪ .‬د الله د ستر استازي پرمهال به هم ځېنو ویل چې په دې بڼه ددې کلمو خوندي کول د‬
‫عربي ژبې سره سمون نه لري ‪ ،‬خو وروسته په دې یوه خوله شول چې د وحی کلمې دې په‬
‫همدې بڼه څنګه چې وحی شوي وليکل شي‪.‬او هيښنده دا چې هغه بصطة چې د «اعراف» په‬
‫سورت کې راغلی که «صاد» يې په «س» تغيير وکړي‪ ،‬یعنې که کلمه د عربي ژبې په ګرامري‬
‫بڼه «بسطة» وليکل شي‪ ،‬د سورت شمیریز او ریاضيکي نظم ګډوډیږي‪ .‬دا د پاملرنې وړ فني‬
‫نکتې او مسئلې دي او داسې برېښي چې د راتلونکو لپاره دي چې اند پرې وکړي چې دا‬
‫کلمې ولې په دې بڼه ليکل شوې دي‪ .‬نو پر دې بنسټ نه ښايي چې دا راز لیکل او خوندي‬
‫کول د هغوی د لیکوالو او کاتبانو له اشتباه وګڼو‪ ،‬ځکه چې په دې بڼه ددې کلیمو لېکل په‬
‫عربې ژبه کې عام نه وو‪ .‬په هر حال‪ ،‬دا د قاعدې خالف لیکل یو فني بحث دی چې اوس‬
‫ورته نه داخلېږو‪.‬‬
‫څښتن تعالی خپل استازي ته وايي چې ته یوازې دوی ويښ کړه؛ ورته ووایه؛ ورته وریاد‬
‫کړه؛ ته دیکتاتور او پردوی چارواکی او ګمارل شوی نه يې‪ .‬ته هغه نه يې چې فرمان ورکړي‬
‫او دیکته وکړي او «مسیطر» اوسي‪ ،‬یعنې پر خلکو سیطره او برالسي ولري‪ .‬د اوسنیو‬
‫ځواکونو او حکومتونو په څېر چې غواړي په هر قیمت چې کېږي خلک نېکمرغۍ او‬
‫ښادمنۍ ته ورسوي! ځکه ځېنې پر دې باور دي چې که د دولت زور او د سیاست ځواک د‬
‫یو فکري بهير تر شا وي کیدونې دی په پای کې هغه فکر پر کرسۍ کېنول شي ‪ .‬د بېلګې په‬
‫توګه کېدای شي په زور او ځور خلک دین او ایمان ته اړیستل شي‪ .‬په داسې حال کې چې‬
‫پایله کامالً برعکس ده‪ .‬داسې ښکاري چې کېدای شي چې خلک هغې چارې ته چې اړېستل‬
‫شي‪ ،‬وکړي‪،‬یو شمېر دا کار کوي‪،‬او ډېری هم ریاکاران شي او کار منافقت ته رسيږي‪ .‬سړي‬
‫ډیر ژر زده کړه کوي چې څنګه رنګ بدل کړي‪.‬لکه ځېنې ځناور چې کله دچمن پر مخ حرکت‬
‫کوي د هغوی رنګ شين شي او پر تیږه چې ځي ایرورنګی شي؛ په هر چاپېریال کې د همغه‬
‫چاپېریال رنګ غوره کوي‪ ،‬ځان پوښي او ستر کوي اوس زمونږ خلک هم تل رنګ بدلوي‪.‬‬
‫ځکه چې په هر چاپېریال کې د انسان د مغز ژنونه زده کړه کوي چې خپلې کړنې او غوښتنې‬
‫څنګه د زمانې او چاپېریال د رنګ سره برابرې کړي‪« :‬هر لحظه به رنگی بُت عیار درآمد»!‬
‫مصَيْطِ ٍر‪ .‬ته نه شې کولی او نه ښايي پر دوی د‬
‫ستَ عَلَيْهِم بِ ُ‬
‫ایمان راوړل د زړه خبره ده لَ ْ‬
‫تسلط‪ ،‬برالسۍ او څارنې په لټه کې شې‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪۶۲‬ــ «مُصَيْطِرٍ» د سطر [خط‪ ،‬لیکنه‪ ،‬صف‪ ،‬لیکه] له ريښې د آمریت او د فرمان د دیکته‬
‫کولو مفهوم لري‪ ،‬مسیطر [دیکتاتور] هغه څوک دی چې پر نورو مسلط‪ ،‬مراقب او‬
‫څارونکی دی‪ ،‬د هغوی کړنې تر نظر الندې نيسي او څارنه يې کوي‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫اِلَّإ مَنْ تَوَلَّى وَكَفَرَ﴿‪﴾۶۳‬‬
‫[هغوی ته ستا یادونه او تذکر ګټور دی] خو که څوک مخ واړوي او انکار وکړي‪،‬‬
‫فَيُعَذِبُهُ اللَّهُ الْعَذَابَ الْإَكْبَرَ﴿‪﴾۶۴‬‬
‫(‪)۶۱‬‬
‫نو الله به يې [ په آخرت کې ] په ډیر ستر عذاب وکړوي‪.‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫كبَرَ‪.‬خو هغه څوک چې مخ واړوي‪،‬شا کړي او منکر‬
‫اِلَّإ مَن َتوَلَّى َوكَفَرَ‪.‬فَيُع َِذبُهُ اللَّ ُه الْعَذَابَ الْإَ ْ‬
‫شي‪ .‬خو دا نه چې حکم يې له نورو سره توپیرکوي او ته پر هغوی مسلط يي‪ .‬یوازې الله‬
‫تعالی به هغوی ته جزا ورکوي‪.‬یعنې هغوی به د انکار طبیعي پایله چې عذاب دی وڅکي‪.‬‬
‫فَيُعَذِبُهُ ال َّلهُ دا «فاء» د تفریع ده‪ ،‬یعني د مخکینیو کړنو پایله تر دې «فاء» وروسته ذکر شوې‬
‫ده‪ ،‬یعنې هغوی چې ستا تذکر او یادونې ته اعتنا او پاملرنه‪ ،‬نکوي اوحقیقتونو ته شا کوي او‬
‫ترې منکرېږي‪،‬په الهي نظام کې‪،‬به بې برخې او نهيلي شي اوله کړاوه ډک عذاب به وڅکي‪.‬‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۶۱‬ــ « الْعَذَابَ الْإَكْ َب َر » له دنیوي محرومیتونو څخه د راوالړ شوي عذاب سره په مقایسه او‬
‫پرتله کېدو مطرح شوی دی چې ورته بېلګې يې په نورو آیتونو کې هم تکرار شوي دي‬
‫كبَرِ لَعَلَّ ُهمْ‪،»...‬‬
‫ب الْإَ ْ‬
‫سجده ‪ )۶۱:۳۶( ۶۱‬ــ « وَلَنُذِيقَنَّهُمْ مِنَ الْعَذَابِ الْإَ ْدنَى دُونَ الْعَذَا ِ‬
‫كبَرُ ‪،»....‬‬
‫زمر ‪ )۶۲:۳۲( ۶۲‬ــ « فَاَذَاقَ ُهمُ اللَّ ُه ا ْلخِ ْزيَ فِي الْحَيَا ِة ال ُّدنْيَا وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ اَ ْ‬
‫ب وَلَعَذَابُ الْآخِرَ ِة َا كْ َبرُ َلوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ »‪.‬‬
‫قلم ‪ )۶۲:۳۲( ۳۳‬ــ « كَذَلِكَ ا ْلعَذَا ُ‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫اِنَّ اِلَيْنَا اِيَابَهُمْ﴿‪﴾۶۵‬‬
‫بېشکه ددوی راستنېدل [او بېرته راتګ] یوازې زمونږ لورې ته دی‪،‬‬
‫ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫اِنَّ ِالَيْنَا اِيَابَ ُهمْ‪«.‬اِیاب»‪ ،‬چې په «اَیاب او ذهاب»کې اصطالح شوې‪ ،‬د ستنېدو په مانا ده‪.‬‬
‫وايي ددوی ستنېدل زمونږ په لور دي‪ .‬هيڅوک له دې سيستمه نه خارجيږي؛ بل جهان نه‬
‫شته‪ ،‬چې هلته الړ شي‪ .‬إلینا یعنې زمونږ په لور‪« .‬إلی» یعنې په لور‪ .‬مونږ ټول د کوم مقصد‬
‫او موخې په لور روان یو؟ اِنَّا لِلهِ َواِنَّا اِلَيْ ِه رَاجِعونَ‪ .‬ټول د هغه په لور بېرته ورګرځو‪ .‬یو سیکل‬
‫او دوراني سیر دی‪ .‬نو ځکه ‪ ،‬ای پیغمبره ‪ ،‬اندیښنه مه کوه؛ تاسو ټول زما لور ته بېرته‬
‫راستنېږئ‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ثُمَّ اِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُ ْم﴿‪﴾۶۲‬‬
‫بېا [ په آخرت کې ] پرته له شکه ددوی حساب پر مونږ دی‬
‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫ن عَلَيْنَا حِسَا َبهُمْ‪ .‬بیا یقیناً د دوی حساب پر مونږ دی؛ پر تا نه دی‪ .‬إلینا یعنې زمونږ په‬
‫ثُمَّ اِ َّ‬
‫لور‪ ،‬عَلینا یعنې پرمونږ ‪ .‬د ټولو حساب له مونږ سره دی‪ .‬په بل ځای کې پیغمبر ته وايي‪ :‬وَ‬
‫جبَّارٍ(‪ )۶۵‬ته د جباریت حق نلرې او پر دوی برالسی او مسلط نه يې‪« .‬جبار»‬
‫مَا اَنتَ عَلَيْهِم بِ َ‬
‫هغه څوک دی چې زیاتی کوي او خلک په زور او ځواک کارونو ته اړباسي‪ .‬یا وَمَا اَنتَ‬
‫عَلَيْهِم بِ َوكِيلٍّ‪ )۶۲(.‬ته د هغوی وکیل او چاره ګر نه يې‪ .‬مونږ د خپلو بنده ګانو کار تاته نه‬
‫دی سپارلی‪.‬په ځلونو قرآن پیغمبر ته فرمان ورکړی‪ ،‬شاید لس‪ ،‬پنځلس ځله‪ ،‬چې خلکو ته‬
‫حفِيظٍ‪« )۶۵( .‬حفیظ» یعنې ساتونکی او‬
‫ووایه زه ستاسو وکیل نه یم؛ َومَا َانَاْ عَلَ ْيکُم بِ َ‬
‫پاسوال‪ .‬وايي زه پر تاسو ساتونکی او ستاسو د ایمان حافظ نه یم مونږ تاته نه دي ویلي چې‬
‫د خلکو په سر آغا او بادار اوسه؛ چې لکه د دولت په څېر څارونکی اوسې چې وګورې څوک‬
‫څه کوي‪ .‬دا ټولی دا کار کوي هغه ډله هغه کار سرته رسوي؛ دوی باید ورټل شي او جزا‬
‫ورکول شي‪ ،‬هغوی ته باید انعام ورکول شي‪ .‬نه‪ ،‬داسې نه ده‪ ،‬ته حفیظ نه يې‪ ،‬یوازې الله‬
‫يءٍ حَفِيظٌ‪)۶۲( .‬‬
‫ن رَبِي عَ َلىَ كُلِ شَيْءٍ حَفِيظٌ‪ )۶۸( .‬وَرَبُّكَ عَلَى كُلِ شَ ْ‬
‫حفیظ دی‪ :‬اِ َّ‬
‫یوازې الله دی چې پر ټولو څيزونو حفيظ او ساتونکی دی‪ .‬د الله ستر استازی وايې‪:‬‬
‫ن الْمُ َتكَلِفِينَ‪ )۳۲( .‬زه د تکلیف اهل نه یم‪« .‬تکلیف» یعنې سخت او شاقه کار‪.‬‬
‫وَمَا َانَا مِ َ‬
‫«کُلفَت» هم له همدې ريښې دی د کړاو ‪ ،‬رنځ او خوارۍ په معنی‪ .‬دا کلمه اوس هغه چاته‬
‫ویل کيږي چې په کورونو کې د نوکر او خدمتګار په توګه کار کوي‪ .‬رب تعالی وايي‪ ،‬کوم یو‬
‫څیز چې تاته شاق او ستونزمن وي‪ ،‬زه نه غواړم تاسو په تکلیف کړم‪ .‬وايي‪:‬‬
‫اَ ُنلْ ِزمُکُمُوهَا َواَن ُتمْ لَهَا كَارِهُونَ‪ )۳۱( .‬مګر آیا مونږ پیغمبران کولی شو تاسو یو کار ته‬
‫مجبور کړو چې َواَن ُتمْ َلهَا كَارِهُونَ‪ ،‬له هغه کراهت لرئ او نه مو خوښيږي چې سرته يې‬
‫كرَاهَ فِي الدِينِ‪ .‬په دين کې کراهت نشته‪ ،‬ځکه چې دا د زړه کار دی‪ .‬تر څو‬
‫ورسوئ‪ .‬وايي الَ اِ ْ‬
‫چې د سړي د زړه جذب او مينه نه وي‪ ،‬واقعي دین پال نه دی‪ .‬څه ګټه به ولري چې مثالً خپل‬
‫اوالد مجبور کړو چې لمونځ وکړي‪ .‬که ټول عمر هم زمونږ له مخې او زمونږ له ډاره لمونځ‬
‫وکړي یوه ټکه ارښت هم نه لري‪.‬‬
‫ځکه کوم زړه چې الله ته موجه نه وي او د بل چا او کوم بل څيز له خاطره وي‪ ،‬لمونځ کول‬
‫يې ګټه نه لري‪ .‬خو دوه رکعته لمونځ چې د هغه په توسه د خپل معشوق او یار په لور الړ‬
‫شي له هاغه لمونځونو سره له ځمکې تر اسمان توپير لري‪ .‬له الله سره اړیکه د زړه او قلب‬
‫اړیکه ده‪ .‬نو‪ ،‬د یو چا د ایمان راوړلو لپاره د پیغمبر هڅې‪ ،‬تر هغه مهاله چې د هغه زړه او‬
‫قلب اړیکه پیدا کړي نه وي‪ ،‬ګټه نه لري‪ .‬دا یو فزیکي کار نه دی؛ څرګند نه دی‪ .‬نو پر دې بنا‬
‫ته پر چا د تسلط او غلبې حق نه لرې؛ جبَار نه يې؛ وکیل نه يې؛ نه شې کولی یو څوک‬
‫مجبور او مکلف کړې‪.‬‬
‫البته دلته خبره د دنیايي او حقوقي مسایلو په اړه نه ده‪ .‬د بېلګې په توګه که یو کس پر بل‬
‫ظلم او ستم وکړي مجبوروي يي چې ظلم ترې رفع کړي او د مظلوم او ربړول شوي حقوق‬
‫ورکړي‪ ،‬خو د الله سره د قلبي اړیکې په اړه د الزام او تکلیف خبره بې ځایه ده او هيڅوک د‬
‫یوې ډېرې وړې مداخلې او الس وهنې حق نه لري‪ .‬دا سورت د یوې سترې پېښې په ذکر‬
‫علَ ْينَا حِسَابَ ُهمْ‪ .‬پای ته‬
‫چې په آخرت کې به رامنځته شي پيلېږي او په دې یادونه چې اِنَّ َ‬
‫رسېږي‪ .‬یعنې په دې تذکر چې جهان یو حساب او کتاب لري او زمونږ د ټولو حساب له الله‬
‫سره دی‪ .‬الله ته پناه وړو له دې چې په هغه ورځ مو پایلیک تور وي او د هغه له لورینې او‬
‫لطف بې برخې او نهيلې پاتې شو‪.‬‬

‫ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ‬
‫‪ ۱‬ــ اعراف (‪ ۶ .... ۱۸۵ )۵‬ــ تکویر (‪ ۳ .... ۱ )۸۱‬ــ انفطار (‪۱ )۸۶‬‬
‫‪ ۴‬ــ زلزله (‪ ۱ )۲۲‬او ‪ ۵ ..... ۶‬ــ قارعه (‪ )۱۲۱‬ا تر ‪ ۲ ..... ۳‬ــ انشقاق (‪۱ )۸۴‬‬
‫‪ ۵‬ــ انعام (‪ ۸ ..... ۵۲ )۲‬ــ نهج البالغه ‪ « ،‬کلمات قصار» ‪ ۱۴۵ ،‬کلمه‬
‫‪ ۲‬ــ نور (‪ ۱۲ ..... ۳۲ )۶۴‬ــ نور (‪ ۱۱ .....۴۲ )۶۴‬ــ بقره (‪۸۱ )۶‬‬
‫‪ ۱۶‬ــ کهف (‪ ۱۳ ....۶۲ )۱۸‬ــ اعراف (‪ ۱۴ .....)۵‬ــ دخان (‪ ۱۲ )۴۴‬او ‪۱۱‬‬
‫‪ ۱۵‬ــ سجده (‪ ۱۲ ....۱۵ )۳۶‬ــ رعد (‪ ۱۵ .... ۳۵ )۱۳‬ــ مطففین (‪ ۴ )۸۳‬او ‪۵‬‬
‫‪ ۱۲‬ــ نجم (‪ ۱۲ .... )۵۳‬ــ نجم (‪ ۳۲ )۵۳‬او ‪۴۲‬‬ ‫‪۱۸‬ــ نجم (‪..... ۳۲ )۵۳‬‬
‫‪ ۶۲‬ــ قصص (‪ ۶۱ ۵۵ )۶۸‬ــ فرقان (‪ ۶۶ ..... ۵۶ )۶۵‬ــ مؤمنون (‪۳ )۶۳‬‬
‫‪ ۶۳‬ــ انسان (‪ ۵ )۵۲‬تر ‪ ۶۴ ..... ۸‬ــ انسان (‪ ۶۵ .... ۱۲ )۵۲‬ــ ق (‪۴۵ )۵۲‬‬
‫‪ ۶۲‬ــ انعام (‪ ۶۵ ..... ۱۲۵ )۲‬ــ هود (‪ ۶۸ ..... ۸۲ )۱۱‬ــ هود (‪۵۵ )۱۱‬‬
‫‪ ۶۲‬ــ سبا (‪ ۳۲ .....۶۱ )۳۴‬ــ ص (‪ ۳۱ ...... ۸۲ )۳۸‬ــ هود (‪۶۸ )۱۱‬‬

You might also like