You are on page 1of 44

‫د اصحابو عدالت‬

‫عالمه عسکری‬
‫‪  2‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫ِ‬
‫د اصحابو عدالت ‪3 ‬‬

‫بسم اهلل الرَحْمنِ الرَحِ ْيمْ‬


‫قَالَ رَسُولُ اهلل صَلي اهللُ عَلَيهِ وَاَلِهِ وَسَلَمْ فِيْ حَقِ شُهَداءِ‬
‫حدْ‪" :‬هَوُالءِ اَشهَدُ عَلَيهم" فقال ابوبکر(رض)‪ :‬اَلَسْنَا‬
‫اُ ُ‬
‫يَارَسول اهلل اِخوَانُ ُهمْ‪ ،‬اَسْلمْنا کما اَسْلَمُوا و جاهَدْنا‬
‫کَمَا جَاهَدُوا؟!‬
‫فقالَ رسول اهلل (صَلي اهللُ عَلَيهِ وَاَلِهِ وَسَلَمْ)‪" :‬بلی‪ ،‬وَ‬
‫لکِنْ ال اَ ْدرِيْ مَا تَحْدِثُونَ بَعْدي!"‬
‫رسول اهلل مبارک د احد د شهيدانو په هکله‬
‫وفرمايل‪" :‬د دې ډلې د برحقه کيدا ګواهي ورکوم"‬
‫ابوبکر(رض) وويل‪ :‬اې د خداې رسوله! ولې مونږ د‬
‫هغوي وروڼه نه يوو‪ ،‬د هغوي په څېر مو اسالم راوړ‬
‫او د هغوي په شان مو جهاد وکړ؟ پيغمبر(ص)‬
‫وفرمايل‪":‬ولې نه‪ ،‬خو نه پوهيږم له ما وروسته به کوم‬
‫بدعتونه کوئ‪1.‬‬

‫‪ . 1‬موطا مالک‪ ،‬کتاب جهاد‪ ،‬دوهم ټوک‪262 ،‬مخ‪ 32،‬حديث‪.‬‬


‫‪  2‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫موضوګانې چې لولو‬

‫په دواړو مکتبونو کې د صحابي تعريف‬


‫‪ .1‬د خلفاؤ په مکتب کې د صحابي تعريف‬
‫‪ .2‬د اهل بيتو په مکتب کې د صحابي تعريف‬
‫‪ .3‬د خلفاؤ په مکتب کې د صحابي د پيژندنې‬
‫ضابطه‬
‫‪ .4‬پر دې ضابطې اشکال‬
‫په دواړو مکتبونو کې د اصحابو عدالت‬
‫‪ .1‬د صحابه ؤ د عدالت په باب د خلفاؤ د مکتب‬
‫ليدتوګه‬
‫‪ .2‬د اصحابو د عدالت په باره کې د اهل بيتو د‬
‫مکتب نظر‬
‫‪ .3‬د مؤمن او منافق د پيژندنې ضابطه‬
‫د اصحابو عدالت ‪5 ‬‬

‫په دواړو مکتبونو کې د صحابي تعريف‬

‫‪‬د خلفاؤ په مکتب کې د صحابي تعريف‪:‬‬

‫ابن حجر د خپل کتاب "االصابه" په سريزې کې د‬


‫صحابي په تعريف کې وايي‪:‬‬
‫صحابي هغه څوک دی چې پيغمبر(ص) يې ليدلی‪،‬‬
‫پر هغه يې ايمان راوړی او مسلمان مړ شوی وي‪ ،‬که‬
‫له پيغمبر(ص) سره د هغه ملګرتيا او ليدنه لږه وي يا‬
‫ډيره‪ ،‬له پيغمبر(ص) يې روايت کړی وي يا نه‪ ،‬له‬
‫پيغمبر(ص) سره غزا ته تللی وي يا نه‪ ،‬دغه ټول وګړي‬
‫زمونږ له تعريف سره سم‪ :‬چې پيغمبر(ص) يې ليدلی‪،‬‬
‫ځائيږي‪ ،‬ان تر دې که چيرې يوازې يو ځل يې‬
‫پيغمبر(ص) ليدلی او ورسره يې ناسته هم نه وي کړي‪،‬‬
‫‪  6‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫او يا يې د نابينايي له کبله هغه مبارک پخپلو‬


‫سترګو نه وي ليدلی‪1.‬‬

‫هغه د خپل کتاب په يوې بلې برخې کې وايي‪:‬‬


‫"هغه ضابطه چې پرې په پوهيدا سره د ګڼ شمېر‬
‫کسانو صحابي کيدا معلوميږي‪:‬‬
‫‪ .1‬هغوي (خليفه ګانو) په سوبو کې يوازې اصحاب‬
‫په قومندانې ګمارل‪.‬‬
‫‪ .2‬په لسم هجري کال کې‪ ،‬په مکې او طايف کې‬
‫هيڅوک نه وو خو دا چې اسالم يې راوړ او له‬
‫پيغمبر(ص) سره يې په حجة الوداع کې شتون‬
‫درلودۀ‪.‬‬
‫‪ .3‬د اوس او خزرج د دوو قبيلو ټولو وګړيو د‬
‫پيغمبر(ص) د دورې تر پايې پورې اسالم راوړ‬
‫يعنې مسلمانان شول‪.‬‬
‫‪ .2‬د پيغمبر(ص) له رحلته وروسته هم په هغوي کې‬
‫هيڅوک کافر نه شول‪2.‬‬

‫‪ .1‬االصابه‪ ،‬لومړی ټوک‪ 11 ،‬مخ‬


‫‪ .2‬االصابه‪ ،‬لومړی ټوک‪ 16 ،‬مخ‪.‬‬
‫د اصحابو عدالت ‪7 ‬‬

‫زه دا وايم که چيرې يو څيړتند زمونږ د کتاب "يو سل‬


‫او پنځوس جعلي صحابيان" برخې وجاجوي‪ ،‬د‬
‫اصحابو په هکله د خلفاؤ د مکتب د تسامح او غفلت‬
‫پر ژورتيا او د حديث په علم د هغه په تاوان پوپيږي‪.‬‬
‫‪  8‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫‪‬د اهلبيتو(ع) په مکتب کې د صحابي تعريف‬

‫د صاحب جمع صحابه د ملګري او ناسته پاسته‬


‫کوونکي په معنا ده او صحابي يعنې د پيغمبر(ص) له‬
‫اصحابو هغه يو کس چې د هغه مبارک ملګری او‬
‫روسره يې ناسته پاسته کړی وي او لکه څنګه چې‬
‫ښکاره ده‪ ،‬يوازې د هغه چا په باب رښتيا ده چې له‬
‫هغه مبارک سره يې زياته ملګربيا او ناسته پاسته‬
‫کړې وي‪ ،‬ځکه چې مصاحبت د اوږد مهاله ملګرتيا‬
‫تقاضا کوي‪1.‬‬

‫بله خبره دا چې‪ ،‬کله مصاحبت او ملګرتيا د دوو‬


‫تنو تر مينځ وي‪ ،‬ناچاره بايد د صاحب لفظ او د هغه‬
‫جمع صحابه په کالم کې له يو بل نوم سره ورزيات شي‬
‫(مضاف او مضافٌ اليه) لکه څنګه چې په قران کريم‬

‫‪ .1‬مراجعه دې وشي لسان العرب او مفردات راغب‪ ،‬ماده‬


‫"صحب"‬
‫د اصحابو عدالت ‪9 ‬‬

‫جنِ"‪ 1‬يعنې اې زما‬


‫کې داسې راغلي "يَا صَاحَبَيَ السِ ْ‬
‫او "اَصْحَابُ مُوسَي"‪2‬‬ ‫دوو ملګرو بنديانو‪،‬‬
‫د پيغمبر(ص) په زمانې کې هم ويل کيدل‪" :‬صَاحِبُ‬
‫الرَسُوْلْ اهلل" او "اَصْحَابُ رَسُولُ اهلل" يعنې صاحب او‬
‫اصحاب يې له رسول اهلل سره ورزياتول‪.‬‬
‫لکه څنګه چې ويل کيدل "اَصْحَابُ بَيْتِ الشَجَرَةْ"‬
‫صفَهْ" يعنې ټول يې په اضافې او د بل په‬
‫او "اَصْحَابُ ُ‬
‫نسبت راوړل‪ ،‬او په هغه وخت کې د صاحب او‬
‫اصحاب لفظ په يوازې سر او د مضاف اليه له راوړلو‬
‫پرته‪ ،‬د پيغمبر(ص) د اصحابو نوم نه ؤ خو د خلفاؤ د‬
‫مکتب مسلمانانو ورو ورو د خداي د رسول اصحاب‪،‬‬
‫اصحاب او صحابي ونومول‪ .‬نو دا تسميه او نوماول‪،‬‬
‫د متشرعه اصطالح او د مسلمانانود نومولو ډول دی‪.‬‬
‫دا د صحابي په تعريف کې د دوو مکتبونو‬
‫ليدتوګه وه‪.‬‬

‫‪ . 1‬سورة يوسف ‪29‬ايت‪.‬‬


‫‪ . 2‬سورة شعراء ‪ 61‬ايت‪.‬‬
‫‪  11‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫‪ ‬د خلفاؤ په مکتب کې د صحابي د پيژنګلو ضابطه‬

‫پردې سربيره چې ومو ويل‪ ،‬هغه کسان چې د خلفاؤ په‬


‫مکتب کې يې د صحابو معرفي او حال تشريح کړی‬
‫دی‪ ،‬د هغوي د پيژنګلوۍ لپاره يې ضابطه هم ښودلې‬
‫څنګه چې ابن حجر په االصابه کې وايي‪1:‬‬ ‫ده‪ ،‬لکه‬
‫د هغو ناپيژندل شويو خبرو په شمول چې د صحابي‬
‫په تعريف او پيژندګلوۍ کې له مخکښانو (حديث) تر‬
‫مونږه رسيدلي‪ .‬که څه هم پر هغه څه نص نيشته‪ ،‬يو‬
‫روايت دی چې ابن ابي شيبه په خپل تصنيف کې له نه‬
‫رد شوي الرې نقل کړی چې هغوي (خلفاؤ) په سوبو‬
‫يعنې فتوحاتو کې يوازې اصحابو ته قومنداني‬
‫ورکوله‪.‬‬
‫نامروده الره چې ورته اشاره شوي‪ ،‬هغه روايت دی‬
‫چې طبري او ابن عساکر پخپلو سندونو سره له سيف‪،‬‬

‫‪ . 1‬االصابه‪ ،‬لومړی ټوک ديارلسم مخ‪.‬‬


‫د اصحابو عدالت ‪11‬‬

‫ابو عثمان‪ ،‬خالد او عباده څخه نقل کړی دی‪ ،‬په‬


‫هغه روايت کې وايي‪:‬‬
‫"قوماندانان به تل اصحاب وو‪ ،‬خو کله چې به د‬
‫مقام مناسب سړی په هغوي کې نه موندل کيدل نو بل‬
‫دا مقام ورکول کيدۀ‪1".‬‬ ‫چا ته به يې‬
‫په يو بل روايت کې طبري د سيف له قوله وايي‪:‬‬
‫"عمر خليفه تر هغه وخته چې په اصحابو کې يې‬
‫مناسب وګړی او د جنګ وړ کس موندۀ‪ ،‬هغه ته به يې‬
‫د قومندانۍ له ورکولو ډډه نه کوله‪ ،‬او که چېرې يې‬
‫داسې وګړی نه موندلی نو قومنداني به يې "تابعين‬
‫باحسان" ته سپارله او د راويانوپه پرګنې کې هيڅ يوۀ‬
‫د مشرۍ او قومندانۍ تمه نه کوله‪2".‬‬

‫‪ . 1‬تاريخ طبري‪ ،‬لومړی ټوک‪2151 ،‬مخ‪ ،‬د اروپا چاپ‪.‬‬


‫‪ . 2‬تارخ طبري‪ ،‬لومړی ټوک‪ 2257 ،‬او ‪ 2258‬مخونه‪.‬‬
‫‪  12‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫‪‬د صحابي د پيژنګلو پر ضابطې اشکال‬

‫د استناد وړ د دواړو روايتونو مرجع‪ ،‬سيف بن عمر‬


‫دی چې د حديث پوهانو له نظره د حديث په جعل کولو‬
‫او زندقه دی‪1.‬‬ ‫تورن‬
‫سيف دغه ضابطه له ابو عثمانه روايتوي‪ ،‬او‬
‫ابوعثمان چې له خالد او عباده څخه د سيف په‬
‫روايتونو کې نقل کړی او سيف پخپل خيال هغه يزيد‬
‫بن اسيد غساني نومولی‪ ،‬دا هغه نوم چې سيف پخپله‬
‫حديث په راويانو کې جوړ کړی دی‪2.‬‬ ‫د‬
‫د دغو راويانو له روايتونو چې ورتېر شو (هر څوک‬
‫چې وو او هر څه چې وو) د هغو محتوا هم له تاريخي‬
‫واقعيت سره سمون نه خوي‪ ،‬ځکه چې د "اغاني"‬
‫خاوند روايت کړی او وايي‪:‬‬

‫‪ . 1‬مراجعه وکړئ‪ :‬عبداهلل بن سبا‪ ،‬لومړی ټوک‪ ،‬د سيف د ژوند‬


‫حال‪.‬‬
‫‪ . 2‬مراجعه وکړئ‪ :‬رواة المختلقون کتاب ته‪( ،‬چې خطي نسخه‬
‫ده) عبداهلل بن سبا‪ ،‬لوړی ټوک ‪117‬مخ‪ ،‬د بيروت چاپ‪1213‬هـ‬
‫د اصحابو عدالت ‪13‬‬

‫"امرؤالقيس شاعر د عمر ه الس مسلمان شو او‬


‫عمر هغه وړاندې تر دې چې حتي يو رکعت لمونځ‬
‫وکړي‪ ،‬په واليت او قومندانۍ وګماده"‪.‬‬
‫د دغه خبر تشريح په ورپسې روايت کې له "عوف‬
‫بن خارجه مري" څخه راغلې چې وايي‪" :‬په خداي‬
‫قسم‪ ،‬زه د عمر بن خطاب د خالفت په وخت کې له‬
‫هغه سره ووم چې ومې ليدل چې کږې پښې يو سړی په‬
‫لږو ويښتو سره د خلکو د سر د پاسه ګامونه اخيستل‬
‫څو د عمر(رض) مخامخ ودريدۀ او هغه ته يې د خالفت‬
‫مبارکي وويله عمر ترې وپوښتل‪" :‬ته څوک يې؟" وې‬
‫ويل‪" :‬زه نصراني يم‪ ،‬زه امرؤالقيس بن عدي کلبي يم"‬
‫عمر هغه وپيژنده او ورته يې وويل‪ :‬څه غواړی؟ وې‬
‫ويل‪ :‬اسالم‪ ،‬عمر هغه ته اسالم وړاندې کړ او هغه‬
‫قبول کړ‪ .‬بيا يې نيزه وغوښتله او په شام کې د‬
‫قضاعه‪ 1‬پر مسلمانانو د قومندانې بيرغ يې وروتاړۀ‬

‫‪ . 1‬قضاعه‪ ،‬سترې قبيلې دي چې منجمله د حيدان‪ ،‬بهراء‪ ،‬بلي‬


‫او جهينه قبيلې دي چې د هغوي مفصل حال د ابن حزم د انسابو‬
‫په جمهره‪ 221 ،‬او ‪ 261‬مخونو کښې راغلی دی‪ ،‬د هغوي‬
‫‪  12‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫او دغه شيخ د ستنيدا په وخت بيرغ په خپل سر‬


‫رپولی ؤ"‪1.‬‬

‫همدغه راز د علقمه بن عالثه کلبي له مرتديدا‬


‫څخه وروسته د څو قومندايندا کيسه ده لکه څنګه‬
‫چې په "غاني" او "صابه" کې د هغه د حال په شرح کې‬
‫راغلې ده‪.‬‬
‫علقمه د پيغمبر(ص) په وخت مسلمان شو او د‬
‫خداي د رسول صحبت يې درکړ‪ ،‬بيا د ابوبکر(رض) په‬
‫زمانه کې مرتد شو‪ ،‬ابوبکر(رض) خالد هغه ته وليږۀ‬
‫او هغه وژړيدۀ‪ ،‬ويلي شوي دي هغه بيا ستوي شو او‬
‫مسلمان شو‪ .‬دا داستان په اصابه کې داسې راغلی‪2:‬‬

‫ټاټوبی په شحر بيا په نجران او ورپسې په شام کې وو‪ ،‬د زياتو‬


‫معلوماتو لپاره د عربو قبائلو معجم ماده قضاعه ته رجوع وکړئ‬
‫‪3‬ټوک‪957 ،‬مخ‪.‬‬
‫‪ . 1‬اغاني‪ 12 ،‬ټوک ‪157‬مخ‪ ،‬چاپ ساسي‪ ،‬په لنډه توګه د‬
‫انساب العرب په جمهره‪ 282 ،‬مخ موندلی شئ‪.‬‬
‫‪ . 2‬االصابه دويم ټوک‪298-296 ،‬مخ‪ ،‬اغاني ‪15‬ټوک‬
‫‪56‬مخ‪ ،‬چاپ ساسي‪.‬‬
‫د اصحابو عدالت ‪15‬‬

‫هغه د عمر په زمانې کې شراب وڅښل او عمر‬


‫هغه ته سزا ورکړه‪ ،‬مرتد شو او روم ته الړ‪ ،‬د روم باچا‬
‫يې درناوی وکړ او ورته يې وويل‪ :‬ته د عامر بن طفيل‬
‫د اکازوی يې؟ هغه غوسه شو او وې ويل‪ :‬زه له‬
‫عامره‪ 1‬پرته نشم پيژندلی نو ستون شو او مسلمان‬
‫شو‪.‬‬
‫په اغاني او اصابه کې راغلي دي‪ :‬دا اغاني عبارت دی‪:‬‬
‫"کله چې علقمه (له اسالمه په مرتديدا پسې)‬
‫مدينې ته ستون شو‪ ،‬د شپې په تيارې کې له عمر بن‬
‫خطاب سره مخاخ شو‪ ،‬څنګه چې عمر‪ ،‬خالد ته ورته‬
‫وو او خالد د هغه دوست ؤ‪ ،‬ګومان يې وکړ چې هغه‬
‫خالد دی‪ ،‬نو سالم يې ورته وکړ او ورته يې وويل‪:‬‬
‫عمر ته له قومندانې لېرې کړې؟ عمر وويل‪ :‬هو‪،‬‬
‫همداسې ده‪ ،‬علقمه وويل‪ :‬په خداي قسم! ستا ليري‬

‫‪ . 1‬د علقمه او عامر تر مينځ زړه بدی پيښ شوی چې د خبر‬


‫خاوندانو هغه روايت کړی او په اغاني کې د پنځلسم ټوک په‬
‫‪51‬مخ موجود دی‪ ،‬له دی امله علقمه نه خوښوله د ې په خاطر‬
‫چې د عامر د ترۀ زوی دی‪( ،‬عامر چې له هغه يې کرکه درلوده)‪.‬‬
‫‪  16‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫کول يوازې د بخل او حسد له کبله وه‪ ،‬عمر وويل‪:‬‬


‫زمونږ سره د مرستې په باب ذه خيال لرې؟ هغه وويل‪:‬‬
‫خداي ته پناه! عمر(رض) پر مونږ د اوريدلو او اطاعت‬
‫حق لري او مونږ د هغه پر خالف هيڅ کار نه کوو‪.‬‬
‫سبا سهار کله چې عمر(رض) خلکو ته د ورتګ‬
‫اجازه ورکړه‪ ،‬خالد او علقمه هم ورغلل‪ ،‬علقمه د‬
‫خالد په څنګ کې کښيناسته‪ ،‬عمر علقمه ته مخ کړ او‬
‫وې ويل‪ :‬ووايه علقمه! هغه ته وې چې هغه خبرې دې‬
‫خالد ته کړي؟‬
‫علقمه خالد ته مخ کړ او ورته يې وويل‪ :‬اې! ايا څه‬
‫چې مې درته ويلي هغه دې اشوا کړي دي؟ خالد‬
‫وويل‪ :‬افسوس پرتا! په خداي قسم زۀ تر دې مخکښې‬
‫له تا سره مخامخ شوی نه يم‪ ،‬زه ګومان کوم هغه دې‬
‫ليدلی دی‪ ،‬علقمه وويل‪ :‬په خداي قسم‪ ،‬هماغه مې‬
‫ليدلی‪.‬‬
‫بيا د عمر په لور پام وکړ او وې ويل‪ :‬اې د مومنانو‬
‫اميره! له نيکۍ پرته دې څه نه دي اوريدلي‪ .‬عمر‬
‫د اصحابو عدالت ‪17‬‬
‫حوران‪1‬‬ ‫وويل‪ :‬هو‪ ،‬همداسې ده‪ ،‬ايا غواړی د‬
‫واکمن دې کړم‪ ،‬علقمه وويل‪ :‬هو‪ ،‬همر هغه ته د‬
‫حوران واکمني ورکړه اوهم هلته وو چې مړ شو‪ ،‬په‬
‫اصابه کې زياته شوې ده‪ :‬عمر وويل‪ :‬که له ما وروسته‬
‫راتلونکو کسانو زما په باره کې ستا په شان نظر‬
‫درلود نو په ما به له اخوا ديخوا کسانو ډير ګران وو‪.‬‬
‫هغه څه جې مو نقل کړل تاريخي حقيقت دی خو د‬
‫خلفاؤ د مکتب عالمانو‪ ،‬هغه څه چې روايت کړي دي‪،‬‬
‫استناد کړی او له خپلو روايتونو يې د خداي د رسول‬
‫د اصحابو د پيژندګلوۍ ضابطه معلومه کړې ده‪ ،‬او‬
‫په همدې خاطر يې په زندقه تورن سيف بن عمر په‬
‫شان جعلي وګړي‪ ،‬د پيغمبر(ص) په اصحابو کې‬
‫شميرلي دي‪.‬‬
‫د سيف جعلي اصحاب مونږ په خپل کتاب "يو نيم‬
‫سل جعلي صحابه" او همدغه راز د هغه روايتونه‪،‬‬
‫جاجولي او څيړنه مو پرې کړې ده‪.‬‬

‫‪ . 1‬حوران د دمشق په خوا کې يوه پراخه سيمه ده چې پريمانه‬


‫کلي او کروندې لري‪ ،‬معجم البلدان‪ ،‬دوهم ټوک‪358 ،‬مخ‬
‫‪  18‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫د صحابي په تعريف کې د دوو مکتبونو د‬


‫ليدتوګو په جاج پسې اوس په وړاړو مکتبونو کې د‬
‫اصحابو په عدالت غور کوو‪.‬‬
‫د اصحابو عدالت ‪19‬‬

‫په دواړو مکتبونو کې د اصحابو عدالت‬

‫‪ ‬د اصحابو د عدالت په باب د خلفاؤ د مکتب ليدتوګه‬

‫د خلفاؤ مکتب ټول اصحاب عادل ګڼي او د ديني‬


‫علمونو په ترالسه کولو کې هغوي ټولو ته مراجعه‬
‫کوي‪ .‬د جرح او تعديل مخکښ‪ ،‬ابوحاتم رازي‪ 1‬د‬
‫خپل کتاب په سريزې کې وايي‪:‬‬
‫"او د خداي د رسول اصحاب‪ ،‬هغوي چې د وحي‬
‫او کتاب د نازليدا شاهدان وو‪ ،‬او تفسير او تاويل‬
‫يې پيژندلی دی‪ ،‬هغه کسان چې خداي عزوجل‪،‬‬
‫هغوي له خپل پيغمبر(ص) سره د ملګربيا او صحبت‬
‫لپاره غوره کړي او خپله مرسته‪ ،‬د دين ټينګتيا او د‬
‫حق ښکاره کول يې ورسپارلي‪ ،‬هغوي يې د‬

‫‪ . 1‬ابو محمد عبدالرحمن بن ابي حاتم رازي (وفات ‪327‬‬


‫هجري) د "تقدمة المعرفة لکتاب الجرح والتعديل" د کتاب‬
‫خاوند‪ ،‬په ‪1371‬هجري‪ ،‬حيدر اباد چاپ‪ 7 ،‬او ‪9‬مخ‪.‬‬
‫‪  21‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫پيغمبر(ص) اصحاب خوښ کړي او زمونږ بزرګان‬


‫او پيشوايان يې ګرځولي دي او هر څه يې چې سنت‬
‫کړل او تشريح يې کړل‪ ،‬او هر څه يې چې حکم وکړ او‬
‫واجب يا مستحب يې وګرځول او هر څه يې امر او‬
‫نهي يا منع کړل‪ ،‬ټول يې زده کړل او ويې ساتل او‬
‫استحکام يې وربخښه‪ ،‬نو په دين کې فقيه شول‪ ،‬او د‬
‫خداي امر و نهي او د هغه مقصد يې د کتال و تفسير‬
‫او تاويل په مشاهدې سره د رسول اهلل (ص) په شتون‬
‫کې او له هغه څخه په اخيستلو او استنباط سره‬
‫وپيژندۀ‪ ،‬خداي عزوجل په دې وسيله هغوي ته‬
‫شرافت وبخښۀ او د پيشوايۍ په مقام د هغوي په‬
‫ګرځولو سره يې درناوی وکړ او له هغوي يې شک‪،‬‬
‫دروغ‪ ،‬غلط‪ ،‬وياړ او عيب ليرې کړل او هغوي يې د‬
‫امت فرياد اوريدوونکي ونومول او پخپل محکم‬
‫کتاب کې يې وفرمايل‪ :‬وَ کَذَلِکَ جَعَلْنَا ُکمْ اُمةً وَسَطاً‬
‫لِتَکُونُ شُهَدَاءَ عَلَي النَاسِ‪ ...‬او په دې ډول مو تاسو‬
‫مينځنی امت وګرځولئ چې پر خلکو ګواه اوسئ‪.1‬‬

‫‪ . 1‬سورة بقره‪ 123 ،‬ايت‪.‬‬


‫د اصحابو عدالت ‪21‬‬

‫او پيغمبر(ص) د پاک خداي د قول "وسطاً"‬


‫تفسير په "عدوالً" يعنې منصف (عادل) وکړ‪ ،‬نو هغوي‬
‫د امت منصفان‪ ،‬د هدايت پيشوايان‪ ،‬د دين حجتونه‬
‫يعنې دليلونه او د کتاب او سنت نقلوونکي دي او اهلل‬
‫جل شانه پر خپلې الرې د هغوي برالسې او په دې الره‬
‫تګ او د هغوي پيروي محبوبه او بلنه يې وکړه او‬
‫ويې فرمايل‪" :‬وَ يَتَبِعْ غَيْرَ سَبِيْلَ الْمُؤمِنِينْ نُوَلِهِ‬
‫مَاتَوَلي‪...‬او هر څوک چې له مؤمنانو پرته د الرې‬
‫پيروي وکړي‪ ،‬هغه په هماغه الرې چې ځې‪ ،‬بوځو"‪1‬‬

‫مونږ په ډيرو روايتونو کې ليدلي دي چې‬


‫پيغمبر(ص) خپل اصحاب تبليغ او نورو ته د خپلو‬
‫خبرو رسولو ته هڅول او هغوي ته يې فرمايل‪ :‬نَضَرَاهللُ‬
‫إمْرَءاً سَمِعَ مَقَالَتِيْ فَحَفَظَهَا وَ عَاهَا حَتَي يُبَلِغَها غَيْرَه‪،‬‬
‫خداي تعالي دې خوشحاله کړي هغه څوک چې زما‬

‫‪ . 1‬د نساء سورې ‪ 115‬ايت‪ ،‬د اهلبيتو(ع) مکتب د دغو ټولو‬


‫مقصود او مراد‪ ،‬مؤمنان اصحاب ګڼي‪ ،‬لکه څنګه چې د ايت‬
‫تصريح دا دی او انشاء اهلل توضيح يې وروسته راځي‪.‬‬
‫‪  22‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫خبره واوري او هغه حفظ وساتي څو نورو ته يې‬


‫ورسوي"‪.‬‬
‫هغه مبارک پخپلې خطبې کې وفرمايل‪ :‬بايد تاسو‬
‫حاضرين زما وينا غايبينو ته ورسوئ او ويې فرمايل‪:‬‬
‫" بَلَغُو عَنَي وَ لَو اَيَةً وَ حَدِثُو عَني وَ ال حَرَجَ‪ ،‬زما له خوا‬
‫تبليغ کوئ که څه هم يو ايت ولې نه وي او زما‬
‫حديثونه نورو ته ورسوئ چې پر تاسو کمه ګناه نشته"‬
‫له دې وروسته‪ ،‬اصحاب(رض) په پولو‪ ،‬ښارونو‬
‫او شاوخوا کې تيت پرک شول او په جنګونو‪،‬‬
‫هيوادونو ازادولو‪ ،‬قومنداينو‪ ،‬قضاوت او انصاف‬
‫بوخت شول‪ ،‬او په هغوي کې هر يوۀ په خپل‬
‫استوګنځاې کې هغه څه چې له رسول اهلل مبارک يې‬
‫اوريدلي وو‪ ،‬خپارۀ کړل او د خداي له رسوله يې د‬
‫خپلو معلوماتو پر اساس د پوښتنو ځوابونو او فتواو‬
‫ته مخه کړه‪ ،‬هغوي د قربت او ښه نيت ځانونه خلکو‬
‫ته د دندو‪ ،‬حکمونو‪ ،‬سنتونو او د خداي د حاللو او‬
‫حرامو يادولو ته وقف کړل‪ ،‬تر هغه وخته چې اهلل جل‬
‫د اصحابو عدالت ‪23‬‬

‫شانه هغوي وبلل او روح يې ترې واخيستۀ‪ ،‬د‬


‫خداي رحمت‪ ،‬دضايت او بخښنه پر هغوي ټولو اوسه‪.‬‬
‫ابن عبدالبر د خپل کتاب "االستيعاب" په سريزې‬
‫دی"‪1‬‬ ‫کې وايي‪" :‬د ټولو اصحابو عدالت ثابت‬
‫بيا مو هماغه ډول چې د رازي له قوله راوړل‪ ،‬د‬
‫هغو ايتونو او روايتونو په راوړلو پيل کوي چې د‬
‫مؤمنانو په حق کې راغلي دي‪.‬‬
‫ابن اثير د "اسد الغابة" په سريزې کې وايي‪:‬‬
‫"هغه سنتونه چې د حکمونو تفصيل‪ ،‬د حاللو او‬
‫حرامو پيژندنه او دين په چارو کې نور داسې‪ ،‬د هغو‬
‫په چورليز دي‪ ،‬يوازې هغه وخت ثابت دي‪ ،‬چې د‬
‫اسنادو سړي او د هغو روايان پيژندل شوي وي‪ ،‬او د‬
‫پيغمبر(ص) پر ټولو اصحابو لومړيتوب لري او که‬
‫چېرې څوک هغوي ونه پيژني نو د نورو په نسبت‬

‫‪ . 1‬االستيعاب في اسماء االصحاب‪ ،‬تاليف حافظ محدث ابو‬


‫عمر يوسف بن عبداهلل بن محمد بن عبدالبر نمري قرطبي مالکي‬
‫(زيږنکال‪ ،363‬فوت‪ ) 263‬د هغه عبارتونه مو د حاشيه‬
‫"االصابه" له نسخې نقل کړي‪.‬‬
‫‪  22‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫هغوي ناپوهي الزياته او انکار يې هم الزيات دی‪،‬‬


‫نو غوره دا ده چې د هغوي حال او نسب ښه وپيژندل‬
‫شي‪.‬‬
‫د پيغمبر(ص) اصحاب په دغو ټولو موردونو کې‬
‫له نورو راويانو سره مشترک دي‪ ،‬خو په جرح او‬
‫تعديل کې‪ ،‬ځکه چې هغه ټول عادل دي او پر هغوي‬
‫دی"‪1.‬‬ ‫شک او اشکال منع‬
‫ابن حجر د خپل کتاب "االصابه" د سريزې په دريم‬
‫څپرکي کې د اصحابو د حال او د هغوي د عدالت په‬
‫بيان کې وايي‪" :‬اهل سنت په دې هکله چې ټول‬
‫اصحاب عادل دي‪ ،‬د نظر اتفاق لري‪ ،‬او هيچا په دې‬
‫باب مخالفت نه دی کړی خو په بدعت کوونکو کې‬
‫ډيرو لږو" هغه له ابوزرعه څخه روايت کړی چې ويلي‬
‫يې دي‪:‬‬

‫‪ " . 1‬اسدالغابة في معرفة الصحابه" تاليف ابوالحسن عزالدين‬


‫علي بن محمد عبدالکريم جزري‪ ،‬مشهور په ابن اثير‬
‫(وفات‪631‬هـ) لومړی ټوک ‪3‬مخ‪.‬‬
‫د اصحابو عدالت ‪25‬‬

‫"هر کله داسې څوک ووينئ چې د خداي د رسول‬


‫يو صحابي دروي او نه يې مني‪ ،‬پوه شئ چې هغه‬
‫زنديق دی‪ ،‬ځکه چې د خداي رسول حق دی‪ ،‬قران‬
‫کريم حق دی‪ ،‬هر څه يې راوړي حق دي‪ ،‬دا ټول مونږ‬
‫ته يوازې اصحابو رسولي دي‪ ،‬او دغه ډله زمونږ د‬
‫ګواهانو په خالف ورزۍ او جرح سره د کتاب او سنت‬
‫په تباهۍ و باطلولو پسې ده‪ ،‬نو د ځانونو خالف او‬
‫دي"‪1.‬‬ ‫جرح يې الغورده ده‪ ،‬هغوي زيديقان‬

‫‪ . 1‬االصابه في تميزالصحابه تاليف حافظ شهاب الدين احمد‬


‫بن علي بن محمد کناني عسقالني شافعي په ابن حجر مشهور‪،‬‬
‫(زوکړه‪ ،773‬وفات‪853‬هـ) د مصر چاپ‪ ،‬المکتبة التجاريه‪،‬‬
‫‪1358‬هـ‪ ،‬لومړی ټوک‪22-17‬مخونه "ابوزرغه" عبداهلل بن‬
‫عبدالکريم بن يزيد بن حجريه "تقريب التهذيب" کتاب کې (دوهم‬
‫ټوک ‪536‬مخ‪ 1279 ،‬نمبر) د هغه په هکله وايي‪ :‬امام حافظ‬
‫ثقة‪ ،‬د راويانو په يوولسمې پرګنې کې مشهور دی‪ ،‬په ‪262‬هـ‬
‫کال کې وفات شو‪ ،‬د صحيحينو خاوندانو‪ ،‬مسلم‪ ،‬ترمزي‪،‬‬
‫نسايي او ابن ماجه‪ ،‬له هغه روايت کړی دی‪ ،‬زۀ وايم ‪ :‬په‬
‫دښتونوالي نشو پوهيدالي‪ ،‬چې امام ابوزرعه د خداي د رسول د‬
‫اصحابو د منافقينو په هکله څه وايي؟‬
‫‪  26‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫دا د اصحابو د عدالت په هکله د خلفاؤ د‬


‫مکتب ليدتوګه وه‪ ،‬اوس په دې باب د اهل بيتو‬
‫ليدتوګه بيانوو‪.‬‬
‫د اصحابو عدالت ‪27‬‬

‫د اصحابو د عدالت په باره کې د‬


‫اهلبيتو(ع) مکتب نظريه‬

‫د اهلبيتو(ع) مکتب له قران کريم په پيروې کې وايي‪:‬‬


‫په اصحابو کې داسې مؤمنان شته چې پاک خداي‬
‫هغوي په قران کريم کې ستايلي او د بيعت شجره په‬
‫باب يې فرمايلي دي‪:‬‬
‫لَقَدْ رَضِيَ اهللُ عَنِ الْمُؤمِنِينَ اِذْ يُبَايِعُوْنَکَ تَحْتَ‬
‫الشَجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلوبِهِم فَانْزَلَ السَکِينَةَ عَلَيهِمْ وَ‬
‫اَثابَهُم فَتْحاً قَريْباَ‪1.‬‬

‫"خداي له هغو مؤمنانو‪ ،‬کله چې تر ونې الندې يې‬


‫ستا بيعت وکړ‪ ،‬راضي شو او خبر وو چې د هغوي په‬
‫زړونو کې څه تېريږي‪ ،‬له دې امله يې د هغوي پر‬

‫‪ . 1‬سورة فتح ‪ 18 ،‬ايت‬


‫‪  28‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫زړونو ډاډ او کراری نازل کړ او په نژدې راتلونکي‬


‫کې يې ګټه (فتح) د هغوي اجر وګرځوه"‪.‬‬
‫لکه څنګه چې ښکاره ده‪ ،‬دا ستاينه په بيعت‬
‫شجره کې د حاضرو مؤمنانو ځانګړنه ده‪ ،‬او د عبداهلل‬
‫بن ابي او نورو په څېر حاضر منافقان پکې نه‬
‫شامليږي‪1.‬‬

‫د اهلبيتو(ع) مکتب همدغه راږ له قران مجيده په‬


‫پيروۍ سره‪ ،‬په اصحابو کې داسې منافقين ويني چې‬
‫خدا ي په ګڼ شمېر ايتونو کې هغه سپک کړي دي‪ ،‬د‬
‫لوي خداي د دې خبرې په څېر چې فرمايي‪:‬‬
‫"وَ مِمَنْ حَولَکُم مِنَ االَعْرابِ مُنافِقُونَ وَ مِنْ اَهْلِ‬
‫الْمَدِينَةِ مَرَدُوا عَلي النِفَاقِ ال تَعلَمَ ُهمْ نَحْنُ نَعْلَمَهم‪،‬‬
‫ينِ ثُمَ يُردُوْنَ إلي عَذابٍ عَظِيْمٍ"‪2‬‬
‫سَنُعَذِبَهُم مَرَتَ ْ‬
‫"هغه ځنې کسان چې د تا په شاو خوا کې دي‪ ،‬د‬
‫عربو له کوچيانو‪ ،‬منافقان دي او د مدينې له‬

‫‪ . 1‬په مغازي و اقدي او خطط مقريزي کې د بيعت شجره (بيعت‬


‫رضوان) کيسې ته مراجعه وشي‪.‬‬
‫‪ . 2‬سوره توبه ‪ 11‬ايت‪.‬‬
‫د اصحابو عدالت ‪29‬‬

‫اوسيدونکيو هم يوه ډله په نفاق سخته پابنده ده‪،‬‬


‫ته (پيغمبر) هغوي نه پيژنې خو مونږ هغو ښه پيژنو‪،‬‬
‫ډير ژر هغو دوه ځله سزا کوو‪ ،‬نو د ستر عذاب په‬
‫لورې شړل کيږي"‪1.‬‬

‫هو‪ ،‬په اصحابو کې داسې کسان وو چې خداي د‬


‫خپل پيغمبر(ص) پر حريم د هغوي د تهمت او افک په‬
‫هکله خبر ورکړی دی‪ ،‬له داسې وينا خداي ته پناه‪ .‬او‬
‫په اصحابو کې داسې کسان هم وو چې خداي پاک د‬
‫هغوي په هکله فرمايي‪:‬‬
‫"وَ اِذَا رَأوْ تِجَارَةً اَوْ لَهْواً انْفَضُوا اِلَيْها وَ تَرَکُوکَ قَائِماً"‬

‫‪ . 1‬د نور سورې په ‪ 11‬او ‪ 17‬ايتونو کې د افک کيسې ته‬


‫اشاره ده‪ ،‬چې د عائشې په بيزارې کې پر هغه تهمت چې پر هغې‬
‫يې تړلې ؤ‪ ،‬پخپله د هغې په روايت‪ ،‬يا د غېر عائشه د روايت پر‬
‫اساس له دغه تهمته د ماريه په بري کولو کې لکه څنګه چې د ام‬
‫المؤمنين عايشه د حديثونو (د عربې متن) په دوهم ټوک کې‬
‫راغلي دي‪.‬‬
‫‪  31‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫"کله چې تجارت يا فضوليات او لوبې وويني‪ ،‬تيت‬


‫پرک شي او په هغو پسې ځي‪ ،‬او تا (پيغمبر) والړ په‬
‫خپل حال پريږي"‪1‬‬

‫دا پيښه هغه وخت وشوه چې پيغمبر(ص) په خپل‬


‫جومات کې د قيام په حال کې د جمعې د لمانځه خطبه‬
‫لوستله‪ ،‬په اصحابو کې داسې کسان وو چې غوښتل‬
‫يې د خداي رسول په عقبه هر شي کې د تبوک‪ 2‬له غزا‬
‫يا حجة الوداع د ستنيدا په وخت په پټه ووژني‪3.‬‬

‫‪ . 1‬سوره جمعه ‪ 11‬ايت‪.‬‬


‫‪ . 2‬مسند احمد‪ ،‬پينځم ټوک ‪ 391‬او ‪ 253‬مخ‪ ،‬صحيح مسلم‪،‬‬
‫اتم ټوک ‪ 122‬او ‪123‬مخونه‪ ،‬د منافقينو د صفت په باب کې‪،‬‬
‫مجمع الزوائد‪ ،‬لومړی ټوک ‪111‬مخ او شپږم ټوک ‪195‬مخ‪،‬‬
‫مغازي واقدي‪ ،‬دريم ټوک ‪1122‬مخ‪ ،‬امتاع االسماع مقريزي‪،‬‬
‫‪277‬مخ‪ ،‬تفسير درالمنثور‪ ،‬دريم ټوک ‪ 258‬او ‪259‬مخ‪ ،‬په‬
‫تفسير کې د توبې سورې د ‪ 72‬ايت "هَمُوْا بِمَا لَمْ يَنَالُوْا"‬
‫‪ . 3‬د شيعيانو په حديثونو کې راغلي دي‪ ،‬دا پيښه له وروستي‬
‫حجه د پيغمبر(ص) د ستنيدا په د غدير خم په خاطر د جحفه په‬
‫ټاټوبي کې شوې وه‪ ،‬مراجعه وکړئ‪ ،‬بحاراالنوار‪ 28 ،‬ټوک‪،‬‬
‫‪97‬مخ‪ ،‬په ‪1392‬هـ کې د تهران چاپ‪.‬‬
‫د اصحابو عدالت ‪31‬‬

‫يقيناً له پيغمبر(ص) سره ملګرتيا او صحبت له‬


‫هغه مبارک سره د وادۀ له شرافته غوره نه وی‪ ،‬ځکه‬
‫چې د رسول ماندنيو مصاحبت د ملګرتيا او هم‬
‫صحبتۍ تر ټولو لوړه درجه ده‪ ،‬په عين حال کې‪،‬‬
‫متعال خداي هغوي مخاطب کړي او فرمايي‪:‬‬
‫کنَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِنَةٍ يُضَاعَفْ‬
‫يَا نِساءَ النَبِيْ مَن يَأتِ مِنْ ُ‬
‫لَها الْعذابُ ضِعْفَ ْينِ وَ کَانَ ذَلِکَ عَلی اهللِ يَسِيْراً‪ ،‬وَ‬
‫کنَ هللِ وَ رَسُوْلهِ وَ تَعْمَل صَالِحاً نُؤتِها‬
‫مَنْ يَقْنُت مِنْ ُ‬
‫اَجرها مَرَتَ ْينِ وَ اَعْتَدْنا لَها رِزقَاً کَرِيْماً‪ ،‬يَا نِساءَ النَبي‬
‫تنَ ‪1...‬‬
‫النِسَاءِ اَنِ التَقَ ْي ُ‬ ‫س ُتنَ کَاَحَدٍ مِنَ‬
‫لَ ْ‬
‫"اې د پيغمبر(ص) ماندينو! که په تاسو کې هره‬
‫يوه په ښکاره ګناه وکړي‪ ،‬عذاب به يې دوه چنده وي‪،‬‬
‫اودا د خداي لپاره اسان کار دی‪ ،‬او په تاسو کې چې‬
‫هره يوه د خداي او د هغه د رسول په وړاندې‬
‫خاکساري وکړي او نيک عمل وکړي‪ ،‬اجر به دوه‬
‫چنده ورکوو د هغوي لپاره مو نيک رزق چمتو کړی‬

‫‪ . 1‬سوره احزاب‪ 32 -31 ،‬ايتونه‪.‬‬


‫‪  32‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫دی‪ ،‬اې د پيغمبر(ص) ماندينو! تاسو د نورو ښځو‬


‫په څير نه ياست که چيرې پرهيزګاره واوسئ ‪"...‬‬
‫خداي پاک په هغوي کې د دوو تنو په هکله‬
‫فرمايي‪" :‬اِنْ تَتُوبا اِلی اهللِ فَقَدْ صَغتْ قُلُوبُکُما وَ اِنْ‬
‫تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَاِنَ اهلل هًو موالهُ و صالِحُ الْمؤمِنينَ وَ‬
‫الْمَلئکةُ بعدَ ذلِکَ ظَهِيْرا ًـ الی قوله تعالی ـ مثالَ‬
‫للذيْنَ کَفَروا امْراةَ نُوحٍ و امْرأۀَ لوطٍ کانَتَا تحْتَ عَبْدينِ‬
‫مِنْ عِبادِنا صالِحِينِ فَخَانَتاهُما فَلَنْ يُغْنِيا عَنْهُما مِن‬
‫اهلل شَيْئاً و قِيْلَ ادْخُلِ الْنارَ معَ الدَاخِلِينْ‪ ،‬وَ ضَرَبَ اهللُ‬
‫مثالً للذينَ امَنوا امْراةَ فِ ْرعَوْنَ إذْ قالَتْ رَبِ ابْنِ لِیْ‬
‫عِنْدَکَ بَيْتاً فی الْجَنَةِ ‪ ...‬و مَرْيَمَ ابْنَتَ عِمرَانَ ‪"...‬‬
‫"که تاسو دوه ښځې توبه وکړئ (ستاسو په ګټه ده)‬
‫ځکه چې ستاسو زړونه له حقه غړيدلي او که د هغه‬
‫(پيغمبر(ص)) پر ضد ملګري شئ‪ ،‬په تحقيق سره‬
‫خداي‪ ،‬جبرايل او صالح مؤمنان يې ملګري او‬
‫مرستندوي دي او تر هغو وروسته فرښتې يې‬
‫مالتړي‪ ،‬پاک خداي له هغو کسانو لپا ره چې کافر‬
‫شول د نوح او لوط عليهماالسالم د ښځو مثال راوړی‬
‫د اصحابو عدالت ‪33‬‬

‫دی‪ ،‬هغه دواړه زمونږ د دوو صالحو بندګانو تر‬


‫سرپرستۍ الندې وې‪ ،‬خو له هغو دوو سره يې خيانت‬
‫وکړ خو هغو دوو ملګرو په هيڅ شي له خدايه بې نيازه‬
‫نه کړل او هغو دوو ته وويل شول چې له دوزخيانو سره‬
‫يو ځاي اور ته داخلې شئ‪ ،‬او خداي د مؤمنانو لپاره د‬
‫فرعون د ماندينې مثال راوړی دی کله چې وويل‪:‬‬
‫پروردګاره! زما لپاره له ځان سره نيژدې په جنت کې‬
‫يو کور جوړ کړه ‪ ...‬او همدغه راز د عمران لور بي بي‬
‫مريم ‪1...‬‬

‫د خداي پيغمبر(ص) د قيامت په ورځ د ځينو‬


‫اصحابو د حال په بيان کې فرمايي‪" :‬وَ اِنَهُ يُجاءُ مِنْ‬
‫اُمَتِیْ‪ ،‬فَيُؤخَذُ بِهِمْ ذاتَ الشِمالِ فَأقُوْلُ يَا رَبِ‬
‫أصْحابی‪ ،‬فَيَقًال‪ :‬اِنَکَ ال تَدْری مَا اَحدَثُوا بَعدَکَ‪،‬‬
‫فأقُولُ کَما قالَ الْع ْبدُ الصالحْ‪" :‬وَ کُ ْنتُ عَلَيْهِمْ شَهِيْداً‬
‫مَا دُ ْمتُ فِيْهِمْ فَلَمَا کُنْتَ انْتَ الرَقِيْبَ عَليْهمْ" فَيُقال‪ :‬إنَ‬
‫هَؤُالءِ لَمْ يَزالُوا مُرتَدين علی اَعْقابِهِمْ مُنْذْ فَارَقْتَ ُهمْ"‪.‬‬

‫‪ . 1‬سورة تحريم‪ 11 ،2 ،‬او ‪ 12‬ايتونه‪.‬‬


‫‪  32‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫"او د قيامت په ورځ به زما د امت يو شمېر‬


‫وګړي ډګر ته راوستل‪ ،‬او د دوزخ په لور به بوتلل‬
‫کيږي‪ ،‬زۀ به وايم‪ :‬پروردګارا! زما اصحاب! ويل کيږي‬
‫به‪ :‬ته نه يې خبر چې ستا له تګه وروسته يې کوم‬
‫بدعتونه وکړل‪ ،‬نو زه به هم هغوي ته هماغه وايم چې د‬
‫خداي صالح بنده (د مريم زوي عيسی(ع)) وويل‪ :‬زه تر‬
‫هغه وخته پورې چې ستاسو په مينځ کې ووم‪ ،‬د‬
‫هغوي له حاله خبر ووم خو کله چې دې د هغوي له‬
‫منځه واخستم‪ ،‬ته پخپله د هغوې څارونکی وې‪ 1،‬نو‬
‫وويل کيږي به‪ :‬دغې ډلې چې کله ترې جال شوی په‬
‫پرله پسې له دينه مخ واړوۀ او خپل تېر وخت ته ستانه‬
‫شول‪2.‬‬

‫په بل روايت کې راغلي دي‪:‬‬

‫‪ . 1‬مائده سوره ‪ 117‬ايت‪.‬‬


‫‪ . 2‬بخاري‪ ،‬د مائدې سورې د "يا ايُها الرسُو ُل بَلِغْ مَا اُنْزِلَ اِليْکَ"‬
‫په تفسير کې او د انبيا سورې تفسير‪ ،‬ترمذی‪ :‬د قيامت صفت‬
‫څپرکی‪ ،‬د حشر په شان کې د وارد شويو روايتونو څپرکی او د‬
‫طه سورې تفسير‪.‬‬
‫د اصحابو عدالت ‪35‬‬

‫"لَيَرَدَنَ عَلیَ نَاسٍ مِنْ اصْحابِيْ الْحَوضَ حَتی‬


‫ختَلَجُوا دُونِیْ فأقُولُ‪ :‬اَصْحابِیْ! فَيَقُولُ‪ :‬ال‬
‫عَرَفْتُ ُهمْ ا ْ‬
‫تَدْرِیْ ما اَحْدَثُوا بَعْدَکَ"‪.‬‬
‫"زما يو شمېر اصحاب پر حوض کوثر ماته راولي‪،‬‬
‫څو ويې پيژنم‪ ،‬بيا يې له ما جال کوي‪ ،‬وايم‪ ،‬زما‬
‫اصحاب! واييک ته نه يې خبې ستا له تګه وروسته‬
‫بدعتونه وکړل"‪1‬‬ ‫يې څه‬
‫په صحيح مسلم کې داسې راغلي دي‪:‬‬
‫"لَيَرَدَنَ عَلی الْحوضِ رِجالً مِمَنْ صاحَبَنِیْ حَتَی اِذا‬
‫ختَلَجُودُونِیْ‪ ،‬فَلأقولَنَ‪ :‬أیْ رَبِ‬
‫رَأيْتُ ُهمْ رَفَعُوا اِلَیَ ا ْ‬
‫أصْحابی‪ ،‬فَلْيُقالَنَ لِی‪ :‬إنَکَ ال تَدْری ما أحْدَثُوا بَعْدَکَ"‬
‫"زما ځينې اصحاب پر حوض کوثر زما په نيزد‬
‫راولي چې خپلې خوا ته د هغوي راتګ وينم له ما يې‬
‫جال کوي‪ ،‬وايم‪ :‬پروردګاره! زما اصحاب! ما ته ويل‬

‫‪ . 1‬بخاري‪ ،‬د دعوت کتاب‪ ،‬باب فی الحوض‪ ،‬ابن ماجه‪ ،‬د‬


‫مناسکو کتاب‪583 ،‬حديثړ مسند احمد‪ ،‬لومړی ټوک‪253‬مخ‪،‬‬
‫دريم ټوک ‪28‬مخ‪ ،‬پينځم ټوک ‪ 28‬مخ‪.‬‬
‫‪  36‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫کيږي‪ :‬ته نه يې خبر ستا له تګه وروسته يې کوم‬


‫بدعتونه وکړل‪1.‬‬

‫‪ . 1‬صحيح مسلم‪ ،‬کتاب فضائل‪ ،‬باب اثبات حوض نبينا‪،‬‬


‫حديث‪.21‬‬
‫د اصحابو عدالت ‪37‬‬

‫د مؤمن او منافق د پيژندنې ضابطه (قاعده)‬

‫لکه څنګه چې د خداي د رسول (ص) په اصحابو کې‬


‫يو شمېر منافقان وو‪ ،‬چې له خدايه پرته بل چا نه‬
‫پيژندل‪ ،‬له دې امله‪ ،‬پيغمبر(ص) فرمايلي دي‪" :‬علي‬
‫نه خوښوي مګر مؤمن او هغه دښمن نه ګڼي مګر‬
‫منافق"‪.‬يعنې له مومنه پرته څوک له علی(ع) سره مينه‬
‫نلري او له منافقه پرته يې څوک دښمني نه کوي‪ ،‬دا‬
‫حديث امام علي(ع)‪،1‬‬

‫‪ . 1‬حضرت علی (ع) د ابوطالب زوی په کعبه کې وزيږيدۀ‪ ،‬لکه‬


‫څنګه چې حاکم په مستدرک (‪ 31‬ټوک ‪283‬مخ) کې هغه روايت‬
‫کړی دی او هم‪ ،‬مالکی په "الفصول المهمه"‪ ،‬مغازلی شافعی په‬
‫مناقب کتاب کې او شبلنجی د نوراالبصار په ‪69‬مخ‪ .‬د هغوي‬
‫زوکړه د ‪13‬عام ا لفيل د رجب د مياشتې په ديارلسمه نيټه وه‪.‬‬
‫په ‪ 35‬هجري کال کې مهاجرانو او انصارو له هغوي سره بيعت‬
‫وکړو او په ‪21‬هجري کال د روژی د مياشتې په نولسمه نيټه ابن‬
‫ملجم مرادي هغوي ژوبل کړل او هم د دې مياشتې په← ←‬
‫‪  38‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫ام المؤمنين بي بي ام سلمه عليها السالم‪،1‬‬

‫يويشتمه نيټه شهيد شول‪ .‬د صحاحو ليکونکو ‪ 536‬حديثونه له‬


‫ه غوي نقل کړي دي د هغوي د ژوند حال په االستيعاب‪ ،‬اسد‬
‫الغابه‪ ،‬االصابه او جوامع السيره (‪276‬مخ)کتابونو کې موجود‬
‫دی او د منافقانو په باره کې د هغوي حديثونه په صحيح‬
‫مسلم(لومړی ټوک ‪61‬مخ) صحيح ترمذي(‪13‬ټوک ‪177‬مخ)‬
‫سنن ابن ماجه يوولسم څيرکې په سريزې کې‪ ،‬سنن نسايي‬
‫(‪2‬ټوک ‪271‬مخ) د مؤمن او منافق د نخښو په باب کې‪،‬‬
‫خصائص نسايي‪38‬مخ‪ ،‬مسند احمد (لومړی ټوک ‪ 82،95‬او‬
‫‪128‬مخونه) تاريخ بغداد(‪2‬ټوک ‪255‬مخ‪8 ،‬ټوک ‪217‬مخ‪،‬‬
‫‪16‬ټوک ‪226‬مخ) د ابونعيم حلية االولياء (‪2‬ټوک ‪185‬مخ) هغه‬
‫وايي چې دا حديث صحيح دی او ټول پرې اتفاق لري‪ ،‬د ذهبي‬
‫تاريخ االسالم (‪2‬ټوک ‪198‬مخ) تاريخ ابن کثير (‪2‬ټوک ‪352‬مخ)‬
‫او د هغوي د ژوند حال د االستيعاب په ‪2‬ټوک ‪261‬مخ‪ ،‬اسد‬
‫الغابه ‪2‬ټوک ‪292‬مخ‪ ،‬کنزل العمال ‪15‬ټوک ‪115‬مخ‪ ،‬رياض‬
‫النضره ‪2‬ټوک ‪282‬مخ راغلی دی‪.‬‬
‫‪ . 1‬ام المؤمنين " ام سلمه" هند چې د ابو اميه بن مغيره قرشي‬
‫لور‪ ،‬د پيغمبر(ص) نه وړاندې د "ابوسلمه" ښځه وه‪ ،‬له خپل‬
‫خاوند سره يې اسالم راوړ او سره يې حبشې ته هجرت وکړ او بيا‬
‫يې مدينې ته‪ ،‬کله چې د هغې خاوند د احد په جنګ کې ژوبل‬
‫شو او د هجرت په دريم کال شهيد شو‪ ،‬نو پيغمبر(ص) هغې←‬
‫د اصحابو عدالت ‪39‬‬

‫عبداهلل بن عباس رضي اهلل تعالی عنه‪ ،1‬او حضرت‬


‫ابوذر غفاري رضی اهلل عنه‪،2‬‬

‫← سره واده وکړ‪ .‬ام سلمه د امام حسين عليه السالم له شهادته‬
‫وروسته په ‪61‬هجري کال کې په حق ورسيده‪ ،‬د صحاحو‬
‫ليکواالنو د هغې نه ‪378‬حديثونه نقل کړي دي‪ .‬د هغې او د‬
‫هغې د اول ميړه د ژوند د حاالتو نه پوره خبريدو لپاره دې‬
‫کتابونو ته مراجعه وکړئ‪ :‬اسد الغابه‪ ،‬جوامع السيره‪276‬مخ‪،‬‬
‫تقريب التهذيب ‪2‬ټوک ‪ 617‬مخ‪ .‬د منافقينو له حقله د هغې‬
‫حديث په صحيح ترمذي ‪13‬ټوک ‪168‬مخ‪ ،‬مسند احمد‬
‫‪6‬ټوک‪292‬مخ‪ ،‬االستيعاب ‪2‬ټوک ‪261‬مخ‪ ،‬له مختلفو الرو‬
‫نقل شوې‪ ،‬او په تاريخ ابن کثير ‪7‬ټوک ‪352‬مخ‪،‬‬
‫کنزالعمال‪6‬ټوک ‪158‬مخ لومړی چاپ کې راغلی دی‪.‬‬
‫‪ . 1‬عبداهلل بن عباس بن عبدالمطلب د پيغمبر(ص) د ترۀ زوی‪،‬‬
‫له هجرته درې کاله وړاندې وزيږيداو په ‪68‬هجري کال کې په‬
‫طائف کې وفات شو‪ .‬د صحاحو ليکواالنو ‪ 1661‬حديثونه له‬
‫هغوي نقل کړي دي‪ .‬د هغه د ژوند حال په اسد الغابه‪ ،‬االصابه او‬
‫جوامع السيره ‪ 276‬مخ باندې راغلی دی‪.‬‬
‫‪ . 2‬ابوذر‪ ،‬جندب يا بريد بن جناده‪ ،‬چې اسالم ډير ومخکې‬
‫قبول کړې او هجرت يې کړې‪ ،‬د جنګ بدر نه وروسته د خداي‬
‫رسول(ص) سره په هر يو جنګ کې شريک ؤ‪ .‬په ‪ 32‬هجري کال د‬
‫ربذې په دشته کې د تبعيد په حال کې وفات شو‪ .‬د صحاحو←‬
‫‪  21‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫انس بن مالک‪ 1‬او عمران بن حصين‪ 2‬ټولو روايت‬

‫← ليکواالنو له هغه نه ‪ 281‬حديثونه نقل کړي دي‪ .‬د هغه د‬


‫ژوند حال په تقريب ‪2‬ټوک ‪221‬مخ‪ ،‬جوامع السيرة ‪277‬مخ‪ ،‬او‬
‫عبداهلل بن سبا کتاب په دويم ټوک کې راغلی دی‪.‬‬
‫‪ . 1‬د انس بن مالک په حقله ويلې شي چې لس کاله د‬
‫پيغمبر(ص) خادم ؤ‪ ،‬السونه به يې تر سنګلو د سپين والي(يو‬
‫مرض) په وجه په يوې پټې پټول‪ .‬او دا مرض يې د هغه خيرو په‬
‫وجه چې علی(ع) دۀ ته کړی وی ځکه د غدير د حديث انکار يې‬
‫کړی ؤ‪ ،‬نو علی(ع) له خدايه وغوښتل چې يو بيلګه سپين والې‬
‫پر هغه ولګوي چې په عمامې(پټکي) نه پټيګي‪ .‬د دې کيسې لنډ‬
‫بيان په االعالق النفيسه کتاب کې په ‪122‬مخ راغلی دی‪ .‬او په‬
‫تفصيل سره د نهج البالغې د شرح د ‪2‬ټوک په ‪388‬مخ موجود‬
‫دی‪ .‬هغه له‪ 91‬هجري وروسته په بصره کې وفات شو‪ .‬د صحاحو‬
‫ليکواالنو له هغه نه ‪2286‬حديثونه نقل کړي دي‪ ،‬د هغه د ژوند‬
‫ليک په اسد الغابه‪ ،‬تقريب التهذيب او جوامع السيرة ‪276‬مخ‬
‫کې راغلی دی‪ .‬د منافقانو په حقله د هغه روايت د کنزل العمال د‬
‫لومړي چاپ د ‪7‬ټوک په ‪121‬مخ کې راغلی دی‪.‬‬
‫‪ . 2‬ابونجيد‪ ،‬عمران بن حصين خزاعی کعبی‪ ،‬عمران بن حصين‬
‫خزاعی کعبی‪ ،‬د خيبر د فتح په کال کې مسلمان شو او د‬
‫پيغمبر(ص) ملګرې شو‪ ،‬په کوفه کې يې قضاوت کاوه او په‬
‫‪ 52‬کال کې له دنيا الړ‪ .‬د صحاحو ليکواالنو له هغه ‪← ←181‬‬
‫د اصحابو عدالت ‪21‬‬

‫کړی او د پيغمبر(ص) په زمانه کې خپور شوی او‬


‫مشهور وو‪.‬‬
‫ابوذر وايي‪ :‬مونږ به منافقان نه پيژندو مګر داسې‬
‫چې خداي او رسول نه به يې انکار وکړله واجب‬
‫لمانځو څخه به يې مخ واړوه‪ ،‬او له علی(ع) سره به‬
‫دښمني کوله‪1.‬‬

‫ابو سعيد خذري وايي‪ :‬مونږ (انصارو) به د‬


‫پيغمبر(ص) په زمانه کې منافقان د علی سره په بغض‬
‫او کينه باندې پيژندل‪2.‬‬

‫حديثونه نقل کړي دي‪ .‬او د منافقانو په حقله د هغه روايتونه د‬


‫کنزل العمال په ‪7‬ټوک ‪121‬مخ لومړې چاپ‪ ،‬د هغه د ژوند حال‬
‫د تقريب التهذيب په ‪2‬ټوک ‪72‬مخ‪ ،‬او جوامع السيره ‪277‬مخ‬
‫راغلی دی‪.‬‬
‫‪ . 1‬مستدرک الصحيحين ‪3‬ټوک ‪129‬مخ او کنزل العمال‬
‫‪15‬ټوک ‪91‬مخ‪.‬‬
‫‪ . 2‬ابو سعيد بن مالک بن سنان خزرجي جذري‪ ،‬د خندق او د‬
‫هغې نه وروستو غزاګانو کې يې شرکت وکړ‪ .‬په ‪ 63‬يا ‪62‬يا ‪65‬‬
‫کال کې په مدينې کې وفات شو‪ .‬او ځينو ‪ 72‬کال نقل کړی دی‪.‬‬
‫د صحاحو ليکواالنو له هغه ‪1171‬حديثونه نقل کړي دي د←‬
‫‪  22‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫عبداهلل بن عباس وايي‪ :‬مونږ به د پيغمبر(ص) په‬


‫زمانه کې منافقان د علی سره په بغض او کينه باندې‬
‫پيژندل‪1.‬‬

‫جابر بن عبداهلل انصاري وايي‪ :‬مونږ منافقان‬


‫يوازې په دې پيژندل چې له علی(ع) سره به يې دښمني‬
‫درلوده‪2.‬‬

‫← هغه د ژوند حال په اسدالغابه ‪2‬ټوک ‪298‬مخ‪ ،‬تقريب‬


‫التهذيب ‪1‬ټوک ‪289‬مخ او جوامع السيره ‪276‬مخ باندې‬
‫راغلی دی‪ .‬د منافقانو په حقله د هغه حديثونه د ترمذي په‬
‫‪13‬ټوک ‪167‬مخ‪ ،‬حلية االولياء ابونعيم ‪6‬توک ‪282‬مخ باندې‬
‫راغلي دي‪.‬‬
‫‪ . 1‬تاريخ بغداد ‪3‬ټوک ‪153‬مخ‪.‬‬
‫‪ . 2‬جابر بن عبد اهلل عمرړ انصاری‪ ،‬پخپله صحابي دی او د‬
‫صحابي زوې دی د عقبې په بيغت کې له خپل پالر سره موجود ؤ‬
‫او د ‪ 17‬جنګونو کې د پيغمبر(ص) سره شرکت کړې ؤ‪ ،‬د صفين‬
‫په جنګ کې هم د علي(ع) سره ؤ د ‪71‬هجري کال نه وروسته په‬
‫مدينه کې وفات شو‪ .‬د صحاحو ليکواالنو له هغه‬
‫‪ 1521‬حديثونه نقل کړي دي‪ .‬د هغه د ژوند حال د اسدالغابه په‬
‫لومړي ټوک ‪ 256‬او ‪257‬مخ‪ ،‬تقريب التهذيب په لومړې ټوک‬
‫‪122‬مخ او د جامعه السيره په ‪276‬مخ راغلی دی‪.‬د منافقانو←‬
‫د اصحابو عدالت ‪23‬‬

‫دې روايتونو ته په پام او د رسول اهلل (ص) خبرو‬


‫ته په پام سره چې د علی(ع) په باره کې فرمايي‪" :‬أللَهُمَ‬
‫والِ مَنْ واالهُ و عادِ مَنْ عاداهُ؛ خدايه! د علی(ع) مينه‬
‫والو سره مينه ولرې او د هغه دښمنانو سره دښمني‬
‫وکړی‪1".‬‬

‫دې ټولو روايتونو ته پام سره د اهلبيتو(ع) د‬


‫مکتب الرويان د دينی مطلبونو او علمونو په‬

‫← په حقله د هغه روايت د االستيعاب په ‪2‬ټوک ‪262‬مخ‪،‬تاريخ‬


‫ذهبي ‪2‬ټوک ‪198‬مخ او مجمع الزوائد ‪9‬ټوک ‪133‬مخ راغلی‬
‫دی‪.‬‬
‫‪ . 1‬صحيح ترمذي ‪13‬ټوک ‪ 165‬مخ د مناقب علی(ع) په باب‬
‫کې‪ .‬سنن ابن ماجه د علی(ع) د فضيلت په باب کې ‪116‬حديث‪.‬‬
‫خصائص نسائي ‪ 2‬او ‪31‬مخ‪ ،‬مسند احمد ‪1‬ټوک ‪،88 ،82‬‬
‫‪ 152 ،119 ،118‬او ‪331‬مخونه او څلورم ټوک ‪،368 ،281‬‬
‫‪ 371‬او ‪372‬مخونه او پينځم ټوک ‪،358 ،351 ،327 ،317‬‬
‫‪ 568 ،219 ،366 ،361‬مخونه‪ ،‬مستدرک صحيحين دوم‬
‫ټوک ‪129‬مخ او ‪3‬ټوک ‪9‬مخ‪ ،‬رياض النضرة دويم ټوک ‪-222‬‬
‫‪225‬مخ‪ ،‬تاريخ بغداد ‪7‬ټوک ‪377‬مخ او ‪8‬ټوک ‪291‬مخ او‬
‫‪12‬ټوک ‪323‬مخ او نور ډير مصدرونه‪.‬‬
‫‪  22‬دکتاب او سنت په رڼا کې‬

‫راخستلو کې له هغې اصحابو چې د علی (ع) سره‬


‫يې دښمني کړی ده إحتياط کوي‪ .‬ځکه چې کيدی شي‬
‫دا صحابي له هغې منافقينو وي چې بې له خدايه يې‬
‫بل څوک نه پيژني‪.‬‬

‫♣ ♣ ♣‬

You might also like