Professional Documents
Culture Documents
په کومه نړۍ کې چې ژوند کوو ،د حق او باطل د جګړو ډګر دى او د ادم عليه
السالم له پيدايښت څخه تر ننه پورې د حق او باطل همدا جګړه روانه ده ،د حزب
الرحمن او حزب الشيطان دغه جګړه يوه ډيره اوږده او تاريخي پس منظر لري،
چې د يوې زمانې او ځاى پورې خاص نه دى ،په هر ځاى او هر وخت کې په
مختلفو طريقو ،شکلونو ،الرو چارو او وسايلو تر ننه پورې روانه ده او تر قيامته
به روان وي ،مګر په هره زمانه کې د جګړې شکل او طرز عمل بدليږي.
که چېرې د تاريخ پاڼو ته ځير شوو ،نو ټول حقايق به راڅرګند شي ،کله ظالمو،
جابرو ،باغي او طاغي پادشاهانو خلک د باطلې شرکي او کفري عقيدو منلو ته
مجبوروي او کله هم د شيطان لښکريانو د وژونکو ،ذروي او کيمياوي اسلحو په
واسطه ملتونه او قومونه تر يرغل الندې نيسي او خپل باطل او شيطاني عقيدى پر
هغوي تحميلوي او د نه منلو په صورت کې يې ژوندي تر خاورې الندې ښخوي.
له پيړيو راهيسي ،د ابليس لښکريان همدې ټکي ته متوجه وو ،چې يو ملت له
حقې عقيدې نه د جګړو او وژنو له الرې اړولو سره د هغوي دښمني نور هم
زياتوي او په مقابل کې يې پاڅون کولو ته هڅوي ،بلکه مسلمانان نور هم په خپلو
عقيدو کلکوي.
له همدې امله (نوى استعمار) د (زوړ استعمار) ځاى ونيوه او ګرمه جګړه په سړه
جګړه بدله شوه ،پخوانې تګالرې ،فکرونه ،پالنونه او پرګرامونه بدل شول او يوه
نوى بڼه يې غوره کړه ،چې دا يې تر ټولو خطرناکه او دردونکى دور پيل شو ،دغه
نوى ارتداد هر کور ،هر کلي ،هر دفتر او هر فرد ته ورسيد.
قاضي اکبر اله ابادي د هند له مشهورو شاعرانو او د غربي تمدن له سختو
دښمنانو او انتقاديانو څخه دى ،هغه په خپل يو انتقادي شعر کې وايي:
(که فرعون د بني اسرائيلو د ماشومانو وژلو پر ځاى تربيتي او تعليمي مرکزونه
ودان کړ ى واى او د خپلو فکري انحرافاتو له الرې د هغوي ذهنونه وينځلى واى،
کيداى شي ،داسې بدنامه شوى نه و ،مګر داسې څوک نه و ،چې هغې بيچاره ته
دا فکر ورکړى واى).
هو درنو لوستونکو! د اسالم د دښمنانو د همدې کفري تبليغاتو له امله ځوانان
متاثره شول او له خپلو اسالمي قوانينو څخه يې بغاوت وکړ ،په اکثرو اسالمي
هيوادونو کې دغه پټ بشر دښمنه شيطاني ډله د خپلو عصري او ارتباطي وسايلو
لکه تلويزيون ،راديو ،مطبوعات ،رسنيو ،فکر زبيښونکو کتابونو او سينماګانو له
الرې ځوانان له اسالم څخه بيګانه او بالمقابل بيرته يې د اسالم او قران دښمنې
لپاره راپاڅول ،تر دې چې ځينو ناپوهو ،جاهلو او د غرب په اشارو نڅاګرو
ځوانانو په ښکاره وويل :چې زموږ د وروسته پاتې والي لوى المل قران وو ،چې
موږ يې له متمدنې نړۍ نه وروسته کړى يو (العياذباهلل).
په ډير افسوس دغه لويه دردونکى او بوږنونکى پيښه په کراره د کورنيو،
مشرانو ،پوهانو او علماؤ د بې باکې او عدم مسؤليت له امله په خلکو کې ريښې
وزغلولې او فکرونه يې يرغمال کړل ،ددې خبرې د الثبوت لپاره لوى دليل د
اسالمي هيوادونو پر چوکيو ناستو فاسده ،ناپوهه او غرب ځپلي واکمنان او
مشران دي ،چې د مسلمانانو په کورنيو کې زيږيدلي دي او ظاهرا نومونه هم پرې
اسالمي ايښودل شوي دي ،مګر ستونزه داده چې دوي د غربي افکارو ،منحرفو او
بې دينو مکاتبو او نصابونو په غيږه کې روزل شوي دي ،هيڅکله د خير او
ښيگڼې تمه ترې نشي کيداى ،ددوي ټول کوښښونه ،پروګرامونه او پالنونه د
مسلمانانو کمزوري کول او د اسالمي او قراني تعليماتو لمنځه وړل دي.
ايا تاسې فکر کړى دى ،چې مصطفى کمال ،داؤد خان ،نورمحمد ترکي ،حفيظ هللا
امين ،محمد رضا پهلوي ايران ،نورالدين کيانوري او داسې نور څوک وو؟ کوم
جنايات يې په اسالمي هيوادونو کې ترسره کړل؟ د چا لخوا راوستل شوي وو؟ ايا
دوي د مسلمانو ميندو په شيدو او د مسلمانانو پالرانو په سرمايه رالوى شوي نه
وو؟! نو بيا ولې د اسالم او مسلمانانو تر ټولو لوى دښمنان شول او مسلمه امت
ته تر ټولو لوى ګوزارونه همدوي ورکړل؟
رښتيا هم چې دا يو نوى ارتداد وو ،چې زمونږ اکثره ناپوهه او له اسالمه لرى
پاتې شوي ځوانان يې له خپلې ستونې تير کړل ،نو بيا ددې انحراف او ارتداد
وجې ،عوامل او د مخنيوي الرې چارې په کوم ځاى کې ولټوو او څرنګه په مقابل
کې يې مبارزه وکړ؟
دغه کوچنې او محدودې ورقې مګر په معنوي لحاظ لوى کتاب چې ستاسې په
السونو کې دى ،د اسالمي نړۍ د ستر مفکر ،معاصر مبارز او ليکوال په قلم ليکل
شوي مقاله ده ،دا له هغو سلګونو مقالو څخه ده ،چې استاد (سيد ابوالحسن علي
ندوي رحمه هللا) په ډير جالب انداز سره ددې دردونکى ارتدادي حالت په اړه يې
ليکلي او په لنډه توګه يې د خالصون او مخنيوي الرې چارى هم راڅرګندى کړى
دى.
همدارنګه موږ پوهيږو ،چې ننې استعماري او استکباري نړۍ د ځوانانو فکرونه
څومره مخدوش او مسموم کړي او د اسالم په اړه يې څومره کرکه زياته کړى او
څومره يې پر افکارو او ذهنونو واکمني لري؟ د ځوانانو او ديني علماؤ ترمنځ يې
څومره فاصله پيدا کړى او هغوي يې له اسالمي مراکزو ،جوماتونو او ټولنو څخه
لرى کړى او دين يې ورته کمرنګه ښکاره کړى ،خپلو دى شومو اهدافو ته د
رسيدو لپاره ځوانان په اخالقي فساد ،مبتلل او عريانې خپرونو ،فحاشيو ،مخدره
موادو او جناياتو کې اخته کوي ،په همدې ترتيب له اسالم سره يې اړيکې پرى
کوي او په خپله غيږه کې تر خپل تربيت او نصاب الندې يې په خپله خوښه روزي
او بيا يې د متفکرينو ،روڼ اندو او پوهانو په نومونو يې اسالمي هيوادونو ته
مهر شوي راستوي او زموږ هغه قيمتي او له کلونو راهيسي کرل شوي نيالګي
چې په راتلونکى لنډه موده کې يې په ميوو نيولو پيل کاوه ،د غرب په غيږه کې
پريوت ،اوس زما ورور ،زما ځوي او زما هيواد وال زما پر خالف کاروي ،په هر
ځاى کې مسلمانان د همدوي په الس ټکول کيږي او ځپل کيږي ،د غرب همدا
روزل شوي توکم ،په اسالمي هيوادونو کې هغه نارواوى ،ظلمونه او جنايات
وکړل ،چې قلم يې په ليکلو او ژبه يې په ويلو شرميږي ،تر ټولو وړاندې دغه
ارتداد چې له خپل کور او کلي څخه ورک نشي او دى مجرمينو ته عبرتناکه سزا
ورنکړل شي دا لړۍ به همداسې روانه وي ،هللا مه کړه ټوله اسالمي نړۍ به راګير
کړي ،چې بيا به يې هيڅ د خالصون الره نه وي.
له همدې امله ټولو علماؤ ،پوهانو او دردمنو مسلمانانو ته وايم ،اوس هم د
مخنيوي او خالصون الرې شته ،الزمه ده چې د غرب استعماري او استکباري
لوري هر وخت تر دقيقې څارنې او مطالعې الندې ونيسو او په مقابل کې يې پاڅون
وکړو او پريکنده اعالن وکړو ،چې (انا برآ منکم و مما تعبدون من دون هللا کفرنا
بکم و بدآ بيننا و بينکم العداوة والبغضاء ابدا حتى تؤمنوا باهلل وحده)
موږ له تاسو او له هغو خدايانو څخه چې تاسې يې له هللا تعالى څخه پرته عبادت
کوئ بيزاره يو ،موږ په تاسې کفر (انکار) کړى ،زمونږ او تاسې تر منځ دښمني
او بغض د تل لپاره شروع شوه( ،دا دښمني به تر هغه روانه وي) چې تاسې په يو
هللا عز وجل ايمان راوړئ.
کوم غفلت چې وړاندې له موږ څخه شوى پر هغې بايد پښيمانه او سر له ننه الس
په کار شوو او زموږ اسالمي دعوتګرانو ته الزمه ده ،چې بيرته خپل ډګر ته
راووځي او شپه ورځ په دې کوښښ وکړو ،چې څنګه خپل مخکينې برم او شوکت
السته راوړو؟ او يو ځل بيا په تل ابيض ،اقصى ،اندلس او قرطبې باندې خپل
بيرغونه رپانده کړو ،د روم ،فارس او اروپا نړيوال تړونونه مات او سازمانونه يې
له خاورو سره خاورى کړو ،غرب او د غرب السپوڅو ته دا ثابته کړو ،چې اوس
هم د صالح الدين ايوبي ،طارق بن زياد ،محمد بن قاسم او سلطان محمد الفاتح
وينې په مونږ کې چليږي او هماغه احساس مو په زړه کې دي ،هيڅکله به د
هغوي تورې زنګ وهلو پرينږدو ،الحمدهلل اوس هم د هغوي له تورو وينې څاڅي
او مونږ ته دا الهام راکوي ،چې پاڅه او د خپلو نيکونو په پل باندې قدم کيږده او
نړۍ د ځان تابع کړه.
په دې الره کې به يواځې مرسته له خپل ذوالجالل رب څخه غواړئ ،ځکه هغه
يواځينې ذات دى ،چې خپلو مخلصو ،ايماندارو او متقي بندګانو سره مرسته کوي
او هماغه ذات رحيم ،کريم او مهربانه دى.
دغه مقاله د اسالمي پوهانو پر ذهنونو ژور تاثير کړى او د هغوي فکرونه يې ددې
حاالتو په وړاندې راپارولې دى ،د نوى نسل د فکرونو د راژوندي کولو په الره کې
ډير مؤثر تمام شوى دى ،اګر که دغه رساله مخکې ډيرو ژبو ته ژباړل شوى دى،
نو دا چې دغه رساله ډيره مهمه او اوسنيو حاالتو سره سم ليکل شوى دى ،نو
موږ هم وغوښتل تر څو خپل ځوان نسل چې د غرب د بې شميرو پالنونو او
تبليغاتو له امله يې ذهنونه کنګل شوي دي ،دغه رساله وړاندې کړه او خپله
مورنې ژبې ته مو وژباړله تر څو ګټه يې ټولو ته عامه شي او ځان له دې ارتداده
خالص کړي.
په اخره کې يادونه کوم ،چې ګرانو لوستونکيو! که په دې کتاب کې کومه تيروتنه
مو تر سترګو شوه ،هغه به زما عاجز لخوا وي ،ليکوال ترې پاک دى.
په اخره کې ددې کتاب محترم ليکوال ،ژباړن ،خپرونکي او نورو مسلمانانو ته
رسوونکى لپاره د هللا عزوجل له دربار څخه په دنيا او اخرت کې د نيکمرغيو،
برياليتوبونو او خوشحاليو غوښتونکى يم.
خراسان
د ليکوال سريزه
کومه مقاله چې ستاسې په الس کې ده ،د لومړي ځل لپاره د (ردة جديدة) (نوى
ارتداد) تر نامه الندې په (المسلمون) مجله کې خپره شوه ،چې بيا د (ردة وال
ابابکر لها) (هماغه ارتداد دى خو ابوبکر ورته نشته) تر عنوان الندې ډير زيات
چاپ او خپور شو او د ډيرو ورځپاڼو او مجلو ډيرې پاڼې همدې موضوع ته
ځانګړې شوي وو او د لوستونکې پام يې ځانته را واړوه او د هغوي د توجه وړ
وګرځيد.
دغه رساله زما له ډيرو خپاره شويو ليکنو څخه دى ،کيداى شي چې ددې ډير
چاپيدلو او د ډيرو نيکانو او د اسالمي نړۍ پوهانو د پام وړ ګرځيدو وجه به دا
وي ،چې دغه مقاله په حقيقت کې د اسالمي نړۍ حاالت او په ځانګړى توګه نوي
نسل تر څيړنې او تحقيق الندې نيولې دى او د هغوي د کمزورتيا او وروسته پاتې
کيدو اصلي الملونه راڅپړلي او ښکاره کړي دي ،دا سمه ده چې که ليکنې
همداسې بڼه ولري ،نو واقعا چې د زړونو او فکرونو د استقبال وړ ګرځي ،ډيرې
پوه او فکري خلک ورته ښه راغالست وايي ،ګواکې له وړاندې ورته انتظار کاوه
او اوس يو داسې څيز السته راوړې دى ،چې د ددوي د احساساتو او عواطفو
ترجماني کوي
له هر څه وړاندې بايد يادونه وکړو ،چې ددې فکر بنسټګر په کراچۍ کې (داکتر
رفيع الدين) د (اقبال اکاډمې) مشر و،
ښاغلى رفيع الدين پخپل کتاب (قران او عصري علوم) کې نوى او بې مثاله ارتداد
ته اشاره کړى ،چې نوى او ځوان نسل ته لوى خطر دى او دوي د غرب دې فکري
يرغل په وړاندې له ماتې سره مخ دي .دغه نوى ارتداد له ټولو هغو وړاندنيو
عقيدوي ارتدادونو څخه ډير توپير لري او دومره پراخه او وسيع دى ،چې د اسالم
او مسلمانانو راتلونکى ته هم ننګوونکى دى.
د داکتر رفيع الدين دغه څرګندونې مونږ ته يو نوى فکر راکړ ،چې په پايله کې يې
دى ليکنې ته اړ کړم ،ددې مقالې په ليکلو کې مې دومره زيار نه دى ګاللى ،څه
چې مې په ذهن کې و ،هغه مې قلم ته وسپاره ،ددې مقالې له خپريدو سره ځينې
مخلص ملګري غوښتنه وکړه ،تر څو د کتابونو د خپرولو او چاپولو لپاره يو
علمي مرکز پررانيزي ،ترڅو له دې الرې ددې مقالې غږ ته مثبت ځواب ووايي ،د
همدې فکر په اساس د هند په لکهنو ښار کې په ٦٤٣١هـ کال کې (د اسالمي
تحقيقاتو او خپرونو) په نوم يو مرکز تاسيس شو ،چې يواځينې موخه يې په اسانه
او روانه ژبه د هغو اسالمي او علمي مطالبو ليکل او وړاندې کول و ،چې ځوان
نسل او روښنفکره وګړي خپل فکري مشکالت پرې حل کړي او هغوي د غرب د
خطرناکو زهرجنو څپو په مقابل کې ساتنه وکړي.
د هللا تعالى ډير زيات شکر اداء کوم ،چې ددې علمي ادارې له الرې په عربي،
اردو ،انګليسي او هندي ژبو ډير زيات علمي کتابونه او مقالې خپاره شوي دي،
چې له هغوي څخه ډير په زړه پورې اثار په پښتو فارسي او ترکي ژبو هم ژباړل
شوي دي ،تر څو د هرى ژبې مسلمانان ترې ګټه پورته کړي ،چې اوس ددې
مقالې نوى ګڼه د محترمو لوستونکو خدمت ته وړاندې کيږي ،ليکوال اجازه
ورکوي ،چې دا کتاب د نړۍ په هره برخه او هره ژبه کې خپور شي او ټول
مسلمانان ترې برخمن.
(فرب مبلغ اوعى من سامع).
1په وروستيو پيړيو کې د اروپا او غربي نړۍ علمي او تکتيکي پرمختګونه ددې المل شوي ،ترڅو ساده
لوحه خلک ګومان وکړي ،چې پرمختګ يواځې ددوي په لوړو زده پورې تړلې دى.
افتخار سره ښکاره کاوه او خپلو ټولو مشکالتو او ستونزو لپاره د حل الره يواځې
په همدې نوي ملهب (سيکولريزم) کې ليده ،نور يې نه غوښتل چې په اسالم کې
پاتې شي ،مګر نن ورځ داسې نه ده ،نني مرتدين خپلې ټولې اړيکې له اسالم څخه
پرې کړى ،مګر دا نه غواړي چې د مسلمانانو له ټولنې څخه هم ځان جدا کړي.
په حقيقت کې يواځې اسالمي ټولنه ده ،چې له کلکې عقيدى او عملي ژوند څخه
پرته پکې پاتې کيدل هيڅ امکان نه لري ،سره له دې ،بيا هم دا ډول خلک د
مسلمانانو په منځ کې ځانونه ځاى کړي او په ډير ډاډ او ارامې ژوند کوي ،تر دې
چې د خلکو اعتماد يې هم ترالسه کړى دى او د اسالم له ټولو حقوقو څخه برخمن
دى ،يقينا چې په اسالمي تاريخ کې داسې ارتداد هيڅ څارې نه لري.
ننې ستونزه
اوسمهال تر ټولو مهمه مسئله داده ،چې اسالمي عبادات ،اخالق او شعائر په لوى
خطر کې قرار لري او د پرديو کلتور ،عادات او رواجونه مخ په ډيريدو دي ،اګر که
ددى مخنيوى ضرور ده ،مګر له دى ټولو زيات مهم ال دادى چې د دين بنسټونه او
اساسات (شعائر هللا) په خطر کې واقع دى ،نن ورځ د ايمان او کفر خبره د بحث
وړ دى ،د الحاد او د توحيد موضوع ښکاره کول پکار دي ،بله دا چې ايا اسالمي
نړۍ په اسالمي اصولو به همداسې پاتې شي او که اسالم به ترې ختم شي؟ اوسنې
اصلى جګړه د اسالم او غربي فلسفې او مادياتو جګړه ،د ايمان او د فوالد ،د
شريعت او شهوانيت د حزب الرحمن او حزب الشيطان ترمنځ جګړه ده ،چې غربي
ښکيالګر او استعمارګر به دغه جګړه په مختلفو بڼو پرمخ بيايي لکه :د غربي
فکر کتابونو ،مجلو ،مقاالتو او ورځپاڼو خپرول ،ځوانان د مينې او عشق په نامه
په زنا او فحاشي کې اخته کول ،په نوى باسواده طبقه کې مادي او غربي تعليم
رواجول ،د اسالمي له سپيڅليو احکامو او ارشاداتو څخه هغوى لرى ساتل او هيڅ
ارزښت ورته نه ورکول ،اسالمي مقدسات او شعائر ورته بې مفهومه ښکاره کول،
د ديني علم او علماؤ سپک ګڼل او داسې نور هالکوونکى عادات راڅرګندى شوي
دي.
زما په نظر دا وروستې جګړه ده ،چې د اسالم او الدينيت (سکولريزم) تر منځ پيل
شوى ،په دې اوږدمهاله جګړه وخت کې ايا برياليتوب او کاميابي به د اسالم وي
او که د ماده پرستانو او بې دينانو؟!.
دى پوښتنو ته په راتلونکو پاڼو کې ځواب ورکړل شي.
الحمد هلل رب العالمين والصالة والسالم على سيد االنبياء والمرسلين و خاتم النبين
محمد وعلى آله وصحبه اجمعين.
امابعد:
محترمه لوستونکيه! دغه رساله د الشيخ ندوي رحمه هللا له کتابونو ،مقالو ،ويناو
او مباحثو څخه راټول شوى دى ،په دې رساله کې ګټورې الرښوونې او نصيحتونه
نوي نسل مسلمانو ځوانانو لپاره راغونډ شوي دي ،تر څو په خپلو اعمالو ،ژوند
او کړوړو کې اخالص پيدا کړى او له دې الرې د خپل ژوند مسير وټاکي او د غرب
د شومو اهدافو ښکار نشي ،ځان او ټولنې ته څنګه خالصون ترې ورکوالى شي،
همدارنګه د يو ځوان مسؤليتونه او هداف په ګوته کوي.
د قران کريم لوستونکى ته!
د کتاب ليکوال د انسان شخصيت جووړنې په اړه پوره تجربه لري ،چې اکثره له
قراني نصوصو څخه ترى استفاده کوي،
د يو ځوان لپاره الزمه ده ،چې د خپلې وسعې پورې ځان په قران کريم کې مشغوله
کړي او هره ورځ تر خپلې وسې تالوت دى کوي ،مګر څومره چې زياته وي
هومره ښه دى ،له قران کريم څخه دې خوند اخلي ،په ايتونو کې دې سوچ او تدبر
کوي ،مګر له قران کريم څخه د ګټې اخيستو او ژورې پوهيدلو لپاره لومړى بايد
عربي ژبه زده کړي ،چې مستقيما د تالوت کولو سره په معنى او مفهوم د قران
پوه شي ،که چېرې عربي ژبه يې زده نه وي او په معناګانو يې نه پوهيږي ،نو د
قرانکريم لنډو ترجمو او تفاسيرو ته دى مراجعه وکړي او له دې الرې ځان په
قراني احکامو پوره پوه کړي ،ځکه په قران کې د تدبر او فهم ترالسه کولو لپاره
اسانه الره همدا ده ،مګر د تفسيرونو مطالعه لږ ډير وخت ته اړتيا لري ،چې له دې
سره به د پوهې ډيرې دروازې پرې خالصې شي ،د هللا تعالى حمد ،ثناء او شکر
دى پر ځاى کړي ،چې د قران عظيم الشان د تالوت توفيق يې ورکړ.
په لويو تفاسيرو کې ځينې اوږه بحثونه او تفصيلي ځايونه هم شته ،خو په هغه کې
ځان مه مصروفوه،