Professional Documents
Culture Documents
com
تاند ویبپاڼه د یکشنبې د ورځي په ګڼه کي لیکي چي د 1۹۷0په لسیزه کي ،په هیواد کي ،د سیکهانو شمېر یو لک تنو ته
رسېدی خو په تېر کال کي یې شمېر 2۴0تنه او اوس یې شمېر 1۴0تنو ته رسیږي .د هندوانو شمېر تر پنځو سوو زرو
زیات وو؛ چي اوس به یې زر تنه هم نه وي پاته .دا مظلوم قومونه زموږ افغانانو له السه ،چي اولس او حکومتونه دواړه
برخه پکښي لري ،له وطنه تېښتي ته مجبور سوي دي.
له دې دواړو مظلومو قومونو ،په تېره بیا هندوانو سره ،د اعلیحضرت امان هللا خان له سلطنت څخه مخکي ،د حکومتونو
او رعیتو له خوا ،دومره ظالمانه سلوک سوی دی چي سړی یې وحشیانه بلالی سي .ما په دې باره کي مستند مضامین
لیکلي دي؛ چي که ضرورت سي بیا به یې خپاره کړو.
د دې ظالمانه سلوک او وحشیانه ظلمونو علت کشکي یوازي مذهبی تعصب او اسالمی جذبه وای؛ نو سړي به خپل اولس
او حکومتونو ته یو څه براأت وکړی وای .برعکس ،دا مظلومان له دې کبله زورېدلي او له هیواده تېښتي ته مجبور کړه
سوي دي چي یو خو تر ټولو نورو قومونو کمزوري او بېدفاع دي او له بلي خوا تر نورو افغانانو شته من ،د جایدادونو،
ډکو دوکانونو ،ښایستو کورونو او ښو پیسو څښتنان دي.
د هندو او سیکه مظلومانو سراومال ،د 1۹۹2کال څخه وروسته ،هغه وخت له جدي ګواښ سره مخامخ سو چي د
حکومت ،یا بهتره ده ووایو د بې حکومتۍ او چور او تاالن ،چاري د مجاهدین کرام السته ولوېدې .دې وضعیت تر اوسه
پوري دوام کړی دی .هرکله او په هر ځای کي چي سیکهان او هندوان ،سر اومال ته د خطر له وجهی ،له هیواده تېښتي
ته مجبور سوي دي نو مسلمانانو ،په تېره بیا مجاهدو قوماندانانو او مقتدرینو یې کورونه ،جایدادونه ،درمسالونه او
ګوردوارې غصب کړي او د دې مظلومانو حق یې په هر صورت ځانونو ته حالل بللی دی .څرنګه چي په دې وروستیو
شلو کلنو کي ،د ډیموکراسی!!!! له برکته ،حکومتونو هم د قوماندانو او زورواکانو له وېري ،هیڅ نه سوای کوالی نو
هغوی هم په خالص الس د دې مظلومانو وهلو او جایدادونو غصبولو ته دوام ورکړی دی.
کلونه کیږي چي پر هندوانو او سیکهانو باندي حملې رواني دي او تقریبا ً ټول یې له وطنه څخه کوچېدلو ته مجبور کړي
دي .څوک یې پر داعش ،څوک یې پر عام مذهبی تعصب ،څوک یې د پاکستان پر پالیسی او تحریکاتو تاوانوي .بهانه
چي هر څه وي هغه به وي خو خلکو ته هم ډیموکراسي!!!! او هم د طالبانو اوسنی نظام مستقیم مسوولیت لري .اسالمی
اِمارت ،د تېر شل کلن نظام یا بې نظمۍ په څېر ،د هندوانو او سیکهانو له حقوقو څخه هیڅ دفاع نه ده کړې او په کابل
د ډاکټري انارکلي وروستی وینا به ،چي په تور ،سره او زرغون لباس کي یې کړې وه ،ډیرو کسانو اورېدلې وي .زه
تعجب کوم چي دا سیکهان او هندوان ،له دې دومره ظلمونو ،وحشتونو او بې انصافیو لیدلو سره سره ،د دې هیواد پر
کوم ځای مین دي چي ال هم ورپسي ژاړي او ال هم ځانونه افغانان بولي .زه ګومان کوم چي حیران باید نه سو بلکه د
افغانستان ټول اتباع باید ،د افغانانو په حیث ،د شرم او خجالت احساس وکړو.
زه په 2011کال کي ،د افغانانو په بلنه ،اوکراین او ماسکو ته تللی وم .د ماسکو سیکهانو او هندوانو د یوه عصري
هوټل یو بشپړ صالون نیولی او موږ څه باندي څلوېښتو تنو افغانانو ته یې مېلمستیا کړې وه .ماسکو هغه وخت د نړۍ تر
ټولو قېمتي ښار وو .سړی ،د دوی په شمول ،د دې څه باندي سل کسیزي مېلمستیا د لګښت تصور کوالی سي .لګښت
خو په هر صورت؛ خو کله چي ما خپل شعرونه او بیا د بهګت کبیر منظومي ترجمې ډیکلمه کولې د سیکهانو په ږیرو
کي اوښکي بهېدلې .د دوی لیدلو زما پر احساساتو دومره غلبه وکړه چي یوه شېبه مي آواز بند سو .د لر او بر ویب سایټ
مسوول عبدهللا احسان خپل یوه ملګري ته په ډېر تعجب وویل چي دا سیکهان او هندوان خو په خپلو منځونو کي هم په
پښتو خبري کوي! دیا سینګه ،چي ځان پښتون بولي یو له هغو سیکه شاعرانو څخه دی چي ډېر پښتانه شاعران په پښتو
شعر کي سیالي نه سي ورسره کوالی.
پنځه شپږ کلونه مخکي ،په یوه واده کي ،د ډوډۍ پر یوه مېز باندي ،له یوه ځوان هندو سره ناست وم چي په ډېره روانه
پښتو یې خبري کولې .ده راته وویل چي افغانستان یې نه دی په یاد؛ ځکه چي پالر یې په ډېر ماشومتوب کي هندوستان
ته بېولی او مکتب یې هم هلته لوستی او بیا وروسته امریکا ته راغلی دی .ما پوښتنه ورڅخه وکړه چي دا پښتو دي
چېرته زده کړې ده .په ډېر تعجب یې راته وویل چي « خپله ژبه خو به څوک نه هېروي» !!!! دغه ګړی چي دا کرښي
لیکم اوښکي مي نه ټینګیږي.
د همدغه ځوان هندو پالر په کندهار کي په اللو مشهور وو .د عمر وروستۍ شپې یې دلته په ویرجینیا کي تیري کړې.
خپل مشر ز وی کپور ته یې وصیت کړی وو چي که زه هر وخت مړ سوم او زه دي سوځلم نو په لرګیو کي به یو دوه
لرګیه د کندهار وي.
ډاکټر ریګناټ یا راګو نات ،چي اوس زما په څېر بوډا او رنځور دی ،او اوس هم په کندهار کي ژوند کوي ،او د خلقیانو
له نظام څخه یې بیا تر اوسه پوري ټولي سړې او تودې لیدلي او ګاللي دي او له وطن څخه نه دی مهاجر سوی؛ د وطن
پالني داسي سمبول دی چي زه یې د نامه له یادولو سره ،د یوه افغان په حیث ،د شرم او خجالت او د ده له وطن پالني
سره د حسادت احساس کوم .که له دې مظلومانو سره د افغانانو د ظلم او وحشت علت مذهبی تعصب او اسالمي جذبه
وای نو سړي به څه نه ویالی خو کله چي یې علت د هغوی کمزوري او تر څنګ یې د هغوی د شته منیو ،جایدادونو او
درمسالونو او ګوردوارو غصبول او ترالسه کول وي سړی ،د افغان په حیث ،د شرم او خجالت احساس کوي.
اعلیحضرت امان هللا خان به د افغانستان لپاره ډې ر نور ګټور کارونه هم کړي وي خو له هغو څخه یو یې د هندوانو او
سیکهانو سره د عامو مسلمانانو او حکومت د سلوک بهترول وه .هغه ،د 1۹2۴کال د لویی جرګې په ترڅ کي ،یوه دینی
عالم ته ،چي په منوریت او ترقي پسندی هم مشهور وو او د هندوانو څخه یې د ورکړل سویو حقوقو د بیرته اخیستلو
پېشنهاد وکړ ،په ډېره تونده لهجه جواب ورکړ او وې ویل چي « که موږ له هغوی څخه ورکړل سوي امتیازات بیرته
واخلو دا موږ ته هیڅ ګټه نه لري او برعکس ښایي په هندوستان کي د هندوانو او مسلمانانو موجود اتفاق او همدردی ته
تاوان ورسوي .اعلیحضرت امان هللا خان وویل چي موږ نه سو کوالی پر هندوانو باندي د ټیکې وهل په زور تحمیل
کړو او یا یې د جامو ټاکلی رنګ ورته تعین کړو بلکه یوازي به د دیني علماوو د مراعت په خاطر هغوی ته ووایو چي
سپیني بګړۍ دي نه تړي .اعلیحضرت وویل چي هندوانو د نورو افغانانو په څېر د خپلي خاوري د ناموس او شرافت
څخه دفاع کړې ده او د نورو افغانانو په څیر دوی هم له وطن سره مینه ثابته کړې ده او د انګرېزانو سره په غزا کي
له بده مرغه چي موږ افغانان ،لکه څرنګه چي په هر څه کي شاته روان یو ،هندوانو او سیکهانو ته د حقوقو د ورکولو
او له هغوی سره د انساني سلوک کولو او همدردی څرګندولو پر ځای له هغوی سره دښمني کوو او هغه هم یوازي او
یوازي له دې امله چي هغوی تر موږ کمزو ری ،تر ټولو وړوکی مذهبی اقلیت او د جایدادونو او شته منیو څښتنان دي.
سړی نه پوهیږي چي افغانان ال په کوم غیرت افغاني افتخار کوي.