You are on page 1of 3

‫پخې خبرې‬ ‫دیني‪ ،‬سیرت او تاریخ نظــر‬

‫دعوت او هوښیاري‬
‫‪0‬‬ ‫• نوومبر ‪2022 ,5‬‬ ‫‪ ‬بلال‬

‫لیکوال‪ :‬حامد افغان‬

‫د ماسپښین اذان په اوریدا جومات ته روان شو‪ ،‬لاره کې یې یو سړی‬


‫ولید چې د خورما دنګي وني سر ته ختلی او مېوه راشوکوي‪ ،‬صوفي‬
‫غږ پرې وکړ‪ :‬وه سړیه دا اذان دې وانورید‪ ،‬د بدبخت زویه کوڼ یې که‬
‫څه بلا وهلی یې‪ ،‬اخیر ته خر یې که انسان چې خلک لمانځه ته روان دې‬
‫او ته په ونه کې لګیا یې؟! سړي ورته راغږ کړ چې ته لیږ صبر وکړه زه‬
‫درکوزیږم‪ ،‬تا په هغه هغه … صوفي د خطر په احساسولو سره په بیړه‬
‫ځان جومات ته ورسوه او ځان یې خلاص کړ‪.‬‬

‫جومات کې یې سوچ و فکر وکړ چې سړي ته مې چټي سپکې خبرې‬


‫وکړې‪ ،‬دا خو د شخړو او جګړو جوړولو او خلکو پارولو طریقه ده‪ ،‬دا خو‬
‫د ارام او نرم مزاجه خلکو د پړسولو او جګړې ته هڅولو لاره ده‪ .‬په دې‬
‫سوچ او فکر کور ته ولاړ او د خلکو ښو ته رابللو او سړیتوب په‬
‫ښایسته‪ ،‬عاقلانه او حکیمانه لارو چارو یې ژور چورتونه ووهل‪ .‬مازدیګر‬
‫چې له اذان سره سم جومات ته روان شو لاره کې یې بیا هغه سړی‬
‫ولید چې د خورما وني ته ختلی او په کار بوخت دی‪.‬‬

‫صوفي په نرمه سلام ورته وکړ او ورته لګیا شو‪ ،‬چې وروره د هللا داعي‬
‫او مؤذن خلک ستر عبادت ته وربللي او جومات ته د خلکو کتارونه روان‬
‫دي‪ ،‬ستا رنګ او څېره د ښه او دینداره سړي راته معلومیږی‪ ،‬بله دا چې‬
‫ته فعلا هم په حلال رزق ترلاسي باندې لګیا یې‪ ،‬دا هم ستر عبادت دی‪،‬‬
‫په جماعت لمانځه سره به دې طبیعت برابر او رزق به دې هللا برکتي‬
‫کړي‪ ،‬ده چې دا خبرې ختمولې سړی راکوز شو‪ ،‬په مینه یې لاس ورکړ‪،‬‬
‫بل لاس یې په اوږه ورکېښود‪ ،‬مننه یې ورنه وکړه او جومات ته ورسره‬
‫روان شو‪.‬‬

‫لاره کې سړي ورته وویل چې دلته د ماسپښین لمانځه پر مهال یو خر‬


‫او احمق جومات ته روان و‪ ،‬ما ته یې ډېرې سپکې خبرې وکړې‪ ،‬سم مې‬
‫ونه پېژاند او زما سره ډېرې خورماوې وې‪ ،‬ژر راښکته نه شوم‪ ،‬کنه د ده‬
‫سابه‪ ،‬به مې سم ورته په مالګه کړي و‪ .‬صوفي چوپتیا غوره وبلله… او‬
‫په زړه کې یې له ځانه سره وویل چې فعلا دې پر هماغه خره لاس‬
‫اړولی دی! همدا زه وم چې له عقلانیت او سړیتوب مخکې مې د‬
‫دعوت لاره کې شخړې او فتنې جوړولې‪ ،‬خو له غور و فکر‪ ،‬عقلانیت او‬
‫د سړیتوب له اسلوب خپلولو وروسته ته په مینه زما له څنګه جومات‬
‫ته روان یې‪( .‬ادع إلى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة ۖ )‪.‬‬

‫یادونه‪ :‬دا ساده وطني کیسه د خوانو دعوتګرانو لپاره د غور و فکر وړ‬
‫او ډېره ګټوره ده‪ ،‬لطفا لایک‪ ،‬کاپي او شیر سره یې نورو ته هم‬
‫ورسوئ‪.‬‬
  COMMENTS 0

You might also like