Professional Documents
Culture Documents
موضوع
شعر پېژندنه
ځنې ا دیبان وایې چې شعر څوک نه شي تعریفوالی ،لکه څرنګه چې ښکـال
او حقیقت د پېژند لو وړ نه دی هماغه سي چې خوند ،رنګ او د کیفیت جهان د
تعریف په تنګ چو کاټ کې نه ځا یېږي شعر هم د ښکال او احساس له جهانه
سره اړه لري ،د فرمول قالب ته ځان نه سپاري نو ویالی شو چې هر شعر د یو
.شاعر د تخـــیــل زیږنده دی ،د چا لپاره شعر وسیله ده او د چا په نظر هدف دی
اذان وشو
سپین ګیري ښوېیږي
جومات ته په منډه کې
د طبیعت د اجزاووتر منځ دایمي کشمکش ته پخوانو شاعرانو هم پام کړی
وو ،مګر د غسې عادې حالت چې د ښاغلي نیازي په درېیزه کې وینو د هغو
:توجه نه جلبوله
باران اوري
مرغیو خونې ته پناه راوړه
د تار کښ ځاله شوه ړنګه
د انسان لپاره د فوق العاده پېښې ځانګړنه داده چې دده په ژوند ژور اغېز
وکړي ،لکه عشق ،وبا ،کاختي داوالد مرګ خو اوسنی شاعر د هغه څه په باره
کې هم شعرونه وایې چې د انسان په ژوند ظاهر اثر نه لري
اس راتېرشو
اوبه وششنېدې
ګاټي ښکاره شول
پخوانو شاعرانو په مدرسو کې سبقونه لوستي وو ددرس دوخت خاطرې د
هېچا نه هېرېږي خو پخوانو چې په ارادي یا غیر ارادي ډول د شعر
موضوعات د ځان لپاره محدود کړي وو د مدرسې خاطره د شعر موضوع ونه
:ګرځوله ،مګر شاه سعود وایې
کالج هم هاغه رنګې سره سره د یوالونه لري
خلک هم هماغسي ورځې او رخصتېږي ترینه
هم هاغه شانته پکې خلک سبقونه لولي
هم هاغه علم دی چې ورځ په ورځ خپرېږي ترینه
خوزه او ته ترینه جانانه څومره لرې راغلو
لکه د شمعې د وجود نه چې رڼا لرې شي
لکه شپیلۍ نه چې نغمې د غرونو مخه وکړي
لکه مرګي سره چې شونډو نه موسکا لرې شي
دپښتوژبې دلرغوني او اوسنۍ دورې دشعرترمنځ توپېر
دپښتو ژبې دادبیاتو دوره دلومړي ځل لپاره په نظم شروع شوه ،هغه په دې مانا
چې په دوهمه هجري پیړۍ کې د امیر کروړ نظمي ویاړنه په الس راغله ،خو د
پښتو ژبې لومړی شعر نه دی ،ځکه چې دا شعر په هر لحاظ ډېر پوخ دی ،په
.حقيقت کې ابتدائي شعرډېر کمزوری وي
په هر حال خپلې اصلي موضوع ته راځو ،خو د موضوع د ښه روښانتیا لپاره
لومړی د لرغوني دورې شعري ځانګړتیاوې او څو شعري بېلګې راوړو او
.ورپسې دمعاصرې دورې شعري ځانګړتیاو او شعري بېلګو باندې بحث کوو
الف :دلرغوني دورې شعري ځانګړتیاوې :د پښتو ژبې لومړنی موندل شوی شعر
چې اوس په الس کې شته په اسالمي دورې پورې اړه لري که څه هم د یو شمېر
ادبپوهانو په اند تر اسالم د مخه هم په پښتو اثار ليکل شوي وه خو دا چې پښتو متن
یې زمونږ په واک او الس کې نه شته او څېړونکو التراوسه نه دي کتلي او نه یې
څېړلي دي نو ځکه موږ تر اسالمي عصر د مخه پر پښتو اثارو څه نه شو ویلې
:او خپل بحث د پښتو په موجودو تر السه شوو اثارو پیل کوو
دپښتو ادبیاتو په لرغوني دوره کې چې له دوهمې هجري پېړۍ څخه پیل او تر
۹۰۰او ۱۰۰۰هجري پورې رارسېږي د پښتو ژبې اشعار او اثار ډېر لږ تر
سترګو کېږي المل یې دادی چې له یوې خوا پښتانه په وسله والو جګړو اخته وو
او د څه لیکلو وخت یې نه درلوده او له بلې له خوا زموږ ټوله معنوي پانګه د
پردیو په الس کې لوېدلې وه ،همدارنګه ددې دورې شاعران او اثار ټول په یوه
وخت پورې اړه نه لري یعنې هم عصره او په منظم ډول د یوې مفکورې خاوندان
نه معلومېږي نو ځکه په یوه یا دوو شعري نمونه د دوی د اشعارو په ځانګړتیاوو
.څه ویل مشکل کار برېښي
خو بیا هم کله چې څوک د موجودو او السته راغلو پښتو ادبي اثارو پخواني اسناد
ترغور او پاملرنې الندې ونيسي نو دا ځینې راڅرګندېږي چې هلته د پښتو خپل
محلي حکومتونه او قبیله یې نظامونه وه او پښتانه هلته دخپل ملي هویت او سیاسي
.اقتدار خاوندان و
تر ټولو پخواني او زاړه اشعار چې اوس شته د غوري او غزنوي پاچاهانو په
زمانو پورې اړه لري ددغې دورې شاعرانو دشعر یو خاص سبک درلود چې د
دوی دټولنیزو اوضاعو او چاپېریال سره سم و او بې االیشه افکار پکې له ورایه
.ځلېږي
د پښتو ادبیاتو د لرغوني دورې ژبو ویونکي د لویو غرو په لمنو کې اوسېدل او
دپښتونخوا غرونه د اټک له غاړو څخه تر هراته او غوره په دوی ډک وو نو له
.دې امله د دوی په اشعارو کې غرني افکار او متانت لیدل کېږي
کوم اشعار چې ددغې دورې له شاعرانو راپاتې دي او هغه هم په ډېر زیار او لټنه
د پوهانو او څېړونکو الس ته ورغلي دي ډېر یې د هغو نومیالیو دي چې د پښتنو
نیکونه ګڼل کېږي .نو له دې څخه دا خبره ښه څرګندېږي چې زموږ پښتنو
پخوانیو ننګیالیو نیکونو او د قام مشرانو شعر او ادب ته په درنه سترګه کتل او هغه
لوی پلرونه چې د ډېرو قومونو شجره دوي ته رسېږي ،شعر ویونکي ادب
پالونکي او ژبه ور خلک هم و او په خپلو زامنو کې یې همد غه روحیه ښه روزلې
.وه چې اوس هم په خپلو زامنو کې د دوی اشعار او نیک نوم ډېر ښه شهرت لري
موږ چې کله ددې دورې شعرونه لولو سلیم افکار ،راڼه او متین احساسات پکې
.وینو چې د دوی سپېڅلي اخالق اوښکلي روحیاتو ورڅخه ښه څرګندېږي
د شعر ویلو کوم روش او طریقه چې د پښتو ادبیاتو په لرغوني دوره کې دود وه
ښایي چې تر اسالم د مخه هم دا سبک بیخي ملي دی او اوزان یې هم ملي دي نو د
خلکو ډېر خوښ و او تراوسه پورې یې زموږ خلک پیروي کوي .په اغلب ګمان
چې دغه سبک د ژبې سره یو ځای پېدا شوی او له هغو سندرو څخه مرکب دی
چې پخوانیواریایانو کومې سندرې درلودې د پښتنو نیکونو به هر کله دغه سندرې
.په روغه ،جنګ ،سفر او هستوګنه کې ویلې
دغه سندرې ډېرې سپېڅلې او ساده ښکاري ،خالص الفاظ او کلمات لري په وزن
او بحر کې د عربي او پاړسو عروضو تابع نه دي یعنې ځانته مخصوص اوزان
لري چې موږ یې ملي بحور او غروض بولو ،ددغې دورې ژبه ډېره خالصه وه
ځکه چې ددې دورې په اثارو کې پردي کلمات دومره نه شته ،خوتر دې وروسته
.په پښتو ژبه کې پردي کلمات ګډ شوي دي
دغه اشعار د فکر له پلوه زړو اریایي سندرو ته ورته دي ،مثًال :بیټ نیکه چې
دپښتنوریو نومیالی نيکه دی ،داسې اشعار لري چې پورته یادې شوې ښېګڼې
ټولې لري او مضمون یې کټ مټ لکه د آریایانو زاړه کتاب ریګویدا او فکر کې
.هم هغو زړو اریایي اشعارو ته ورته دی
دلرغوني دورې په اشعارو کې دیني احساسات او دخدای(ج) د محبت مظاهر
.ښکاره دي ،دعاوې او مناجاتونه لري
دغه سبک پېچلی بیان نه لري ،تشبیهات یې له طبیعته لرې نه دي ،طبیعي مناظر
.په ساده او بې تکلفه ډول ترسیموي چې حقیقي او طبیعي ډول ته نږدې وي
په دغه سبک کې حماسي او جنګي احساسات هم ډېر دي ،او دا ځکه چې پښتون
ننګیالی ټبر دی او شاعر هم دخپل وخت دمحیط دهندارې په توګه څه چې ویني
بېرته یې منعکسوي نو مونږ یې په سبک کې حماسي برخې هم وینو ،دیني
مواعظې او نصایح هم په دغه سبک او دوره کې لیدل کېږي ،چې دیني او اخالقي
تبلیغ کوي او د خپل ولس د اصالحي ،معاشرتي او قبیلوي اصالحاتو لپاره یې ښه
ښه اشعار ویلي دي ،سوزنده عشقي جذبات او تازه احساسات ددې سبک یوبل مهم
.خصوصیت دی
ددې دورې عمده موضوعات سندرې ،ویاړنې ،قومي مفاخر ،ویرنې ،مینه،
بېلتون او اخالقي ښوونې دي چې په هغو کې پېچلي تحصیالت او لفظي صنایع
دومره نه لیدل کېږي .د غوریانو د واکمنۍ په دوره کې د بوللې جوړونه یوه نوی
.پړاو ګڼل کیده
که څه هم قصیده د هغه وخت د عربي او فارسي بوللو سره پرتله شي نو د هغو
ترمنځ د شکل او محتوی له پلوه جوت توپېرونه لیدل کېږي او هغه دا چې د
پښتنو واکمنان د قومي یووالي د سمبولونو او خواخوږي دوستانو په توګه ستایل
شوي دي ،شاعر دبخشش او انعام د اخیستو د پاره شعرونه نه ویل او په ستاینه کې
یې له اغراق څخه کارنه اخلي ،په داسې حال کې چې د فارسي ژبې شعر د عربي
شعر پېروي کوي یعنې که څه هم چې قصیده دود شوې وه خو سره ددې یې هم
.خپل متانت او سوچه والی له السه نه و ورکړی
همدارنګه د مضمون له پلوه حماسي او عشقي اثار پکې ډېر دي ،د ستاینې روح،
ویرنې ،پند او نصیحت او اخالقي تبلیغاتو ځینې شعري ټوټې هم لري ،دغه اشعار
د مختلفو ادبي تمایالتو او جذباتو استازیتوب کوي او اکثره د پښتو ژبې د
.مخصوصو اوازونو په ډول ویل شوي دي
د پورتنیو یادونو په نتیجه کې ویلی شو چې د پښتو ادبیاتولرغوني دوره چې تر
۱۰۰۰هـ ق پورې رارسېږي په دې دوره کې د پښتو ژبې شعر ډېر بدلونونه
لیدلي دي او ډول ډول رنګونه یې اختیار کړي دي خو بیا هم یو ډول ځانګړتیاوې
:لري چې پورته يې یادونه وشوه چې یو ځل بیا ورڅخه په لنډ ډول یادونه کوو
ددې دورې په اشعارو کې یو ډول سپېڅلتوب او ساده والی څرګند دی سوچه ۱-
پښتو کلمې لري چې ځینې کلمې او الفاظ یې تر اوسه پورې په ځینو ځایونو کې
...رواج لري ،لکه :ژوي ،هسک ،دریځ ،جنډې او نور
دغه اشعار ملي او د عربي او پارسي عروضو تر اغېزې الندې نه دي را ۲-
.غلي
ددې دورې په زیاتو اشعارو کې پردۍ کلمې نه شته او یا بیخي لږې او د نشت ۳-
.په حساب دي او ژبه یې سوچه ده
دفکر له پلوه دغه شعرونه زړو اریایي سندرو ته دي او د ریګویدا د کتاب د ۴-
اشعارو مفکوره پکې له ورایه لیدل کېږي چې د بیټ نیکه مناجات ددې خبرې
.پوره ثبوت دی
.دلرغوني دورې په سبک کې د شعر مضمون مسلسل راغلی دی ۵-
ددې دورې په دشعارو کې دیني احساسات هم څرګند او روحي جذبات هم ځینې ۶-
.ښکاري
د پښتو ادبیاتو ددې دورې په اشعارو کې طبیعي مناظر او ساده تشبیهات لکه۷- :
دبڼ تازګي ،درڼو اوبو شرهار ،د پسرلي ښکلې او په زړه پورې نندارې په حقیقي
.ډول انځور شوي دي
حماسي او جنګي احساسات په طبیعي توګه د پښتون ننګیالي ټبر د چاپېریال ۸-
څخه د شاعرانو د ننګیالتوب ویناوې څرګندې دي ،لکه د تایمني او ملکیار په
.سندرو کې دغه برخه ښه روښانه ده
تبلیغي برخه هم په دې دوره کې په پوره ډول تر سترګو کېږي چې غوره ۹-
.نمونې یې د شیخ اسماعیل ،سړبن او ځینو نورو اشعار دي
د عشق سوزوونکي جذبات او احساسات چې د انسان له نامه سره جوخت ۱۰-
تړلي دي په دې اشعارو کې په سادګۍ او په ډاګه په طبیعي رنګ کې د قطب الدین
.بختیار او اکبر زمینداوري په اشعارو کې ښودل شوي دي
ددې دورې د شعر یوه بله ښېګڼه داده چې دغه شعرونه په یوه مخصوص ۱۱-
لحن او اواز سره ویل شوي دي او ځانګړي آهنګونه لري چې له ملي موسقۍ سره
.مرسته کوي
:اوس دلرغوني دروې د نظم څو ېیلګې راوړو
د امیر کروړ ویاړنه
زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نسته
په هند او سند پر تخاار او پرکابل نسته
له ما اتل نسته بل په زابل نسته
غشی د من مې ځي بریښنا په میرڅمنو باندې
په ژوبله یونم یرغالم پر تښتید نو باندې
په ماتیدنو باندې له ما اتل نسته
..................
دامير کروړ د غه ویاړنه یو ه حماسي ویاړنه ده چې د خپل رزمې یا جنګي
کارکردګۍ ستاینه او یادونه يې په کې کړې ده په دغه ویاړنه کې امیر کړوړ خپل
.ځان پر دښمن غالب ګڼلی دی .او وایي چې هېڅ څوک زما د مقابلې توان نه لري
خو بیټ نیکه د حماسو څخه بخث نه کوي د ریګویدا د سردونو په څېرسندرې
وايي او په دغه سندره کې د لویه خدای(ج) څخه د خپل قوم د زیاتیدو غوښتنه
.کوي
د بیټ نیکه مناجات
ستا په مینه په هر څایه لویه خدایه لویه خدایه
ټوله ژوي په زارۍ کې غر والړ دی درناوۍ کې
زموږ کېږدۍ دي پکې پلنې دلته دي دغرو لمنې
!دا وګړي ډېر کړې خدایه
!لویه خدایه لویه خدایه
.....................
اکبر زمینداور خپل عشقي افکار د غزل په فورم کې ځاي کړي او د خپلې محبوبې
.هر رقم امر ته غاړه ږدي خو د بیلتون زور نه لري او ډېر سخت زیات سر ټکوي
غزل
د بیلتون له بېرې زړه ته زیر وزبر چې مدام د ستا و مخ و ته نظر وړم
وړم
دغه ستا د نغري سور انګار په سر په ما دې حکم وشي چې خادم شه
وړم
شین طوطي شم په هوا د مینې پر وړم چې جمال په مهر مینه راښکاره کې
په بډای سم کوټې کوټې در ګوهر وړم چې ګفتار دي په ښه مینه راته وسي
ستا وغشي ته مدام موخه ځیګر وړم که مې وژنې که مې پیرې رضا ستا ده
هغه دم په تصور شمس و قمر وړم چې جمال دې په هجران کې راپه یاد شي
ستا د تورو څڼو خیال هسې طویل دی
تل په زړه کې دغه فکر زه اکبر وړم
د اوسني او پخواني تمدن وسایلو د فرق په بنیاد د ادب د تحول مطالعه جلب او
پراخه موضوع ده د لته به د مثال لپاره هنداره ذ کر کړو پخوانۍ هنداري د اوسنو
هغو غوندې روښانه نه وي اکثره وخت یې له یو ډول اوسپنې جوړولې کله چې به
د هندارې اوسپنه زنګینه یا تاریکه شوه نو د روښانه کیدو لپاره به یې ایرې
ورباندې مښلې یابه یې هنداره په ایرو کې ږدوله چې جال پیدا کړي پخوانو
شاعرانو هماغو خصوصیاتو ته په پام سره شاعرانه مضامین جوړ کړي دي
معذهللا مومند هغه یو شاعر دی چې اینه یې نسبتاډېره یاده کړ ې دی وایې
اینې غوندې که مخ په ایرو تور کړې
مګر وویني په سترګو د د لبر مخ
د ا هم د معزهللا وینا ده
اینې غوندې به صافه سینه کینې
که په تورو ایرو وکړي کفایت
تر معزهللا پخوا حمید مومند ویلي وو
چې ایرې د بې قدرۍ شي پرې مښودې
اینه د هغو زړونو وي رڼه
اوس د اینې صنعت تحول کړی دی اوس هېندارې له شیشو او شیشې له اهکه او
د تیږو له ذرو یعنې شګو جوړېږي ځکه خو پیر محمد کاروان د استاد روهي په
مرثیه کې وایې
تورکاڼي دي وتر اشل هیندارې دې ترې جوړې کړې
مړې د تصویر سترګې وې خمارې دي ترې جوړې کړې
پخوانو شاعران چې په مدرسو کې سبق لوستی وو او اکثره مخاطبانو یې په دیني
لږو ډېر خبر وو نوله د یني کلچر او د هغه وخت له تدریسي نظام سره اړوند
اصالحات او تلمیحات یې ډېر کارول خو اوس تدریسي نظام بدل شوی او سواد
عام شوی دی اوس شاعر په مختلفو اقشارو کې مخاطبان لري د د نیا له بېلو
بېلو کلچرونو سره رابطې د پښتو اوسني شعر ته نوي تلمیحات او موضوعات
ور بخښلي دي قلندر مومند وایې
شاعري غم د وطن مینې د ښکلو
قلندره د با یرن غوندې بدنام کړې
د انګلیسي ژبې ستر شاعر بایرن چې دوه سوه کاله پخوا یې د نولسمې پیړۍ په
سرکینو وختونو کې ژوند کاوه د خپلو هڅو په برکت روماتیک ادب ته نوی روح
ورکړد ا دبیاتو تاریخونو لرد بایرن د اجتماعي مقرراتو او د ود ونو په مقابل کې
بې پروا د مظلومان مل د ننګ او جنګ په میدان کې والړ د ښکلو نجونو بې حده
شوقي او په یو ژورخو جالب روحي مړاویتوب کې ایسار شاعر معرفي کړی دی
شاوخوا د وه سوه کاله پخوا چې په اروپا کې د نوی تمدن په برکت فردي ازادي
زیاته شوه شاعرانو ته د خپل مافي ضمیر او احساس په بیان کې د کالسیک
مکتب قواعد محدود کوونکي ښکاره شول او په دې ډول د کالسیک مکتب ځای
وار په وار رومانتیسم ونیوه رومانتیکو شاعرانو ا حساس ته ډېر اهمیت ورکړ
کالسیک مکتب زموږ په پخوانې ادب په څېر له شعر سره احساسي نه بلکې
افالنې چلند کوي که څه هم زموږ په پخوني ادب کې د عقل په مقابل کې د جنون
د مال تړ ډېر بیتونه پیدا کوالی شو خو دغه مالتړ معموال د شاعري د د ودونو د
پیروۍ په لړ کې وي د د رې سوه کاله پخوا شاعر سید خټک دغه الندې بیت د
ټولې ښکال سره سره د پسرلي په موسم کې صحرا ته د وتلو د مکررمضمو ن
ادامه او د فکر په مرسته غوره شویو صنعتونو ( جنون او عاقل) جنون او صحرا
.او صحرا او بهار تر منځ تناسبات شته بېلګه يې ده سعید وایې
د جنون سیر ونکړ عاقالنو
د بهار په وخت ونه وتل صحراته
خو د اشرف مفتون دا الندې غزل چې د شاعر له یادونې سره یې لولي د خاص
.احساس پیداوار ښکاري
مور مې چې ژوندۍ وه پېښور کې زما خپل کور نه وو چې ما دجنوري په
دیرشم تاریخ ۱۹۷۶خپل کور خیبر روډ ته کډه راوړ نو مور مې هم په دغه
تاریخ ګورته کډه یووړه غاښونه سپین سپیڅلي وېښته تک تور مزه که شور
هنګامه د کور او چوپتیا د ګور مزه که د زلفو ګوره وریځې ،د شونډو سرې لمبې
د اوړې یخې شومړې د ژمي اور مزه که ژبه خوږه او پسته ،زړګی ملنګ او قانع
غصه د یار د خولې ،چې مینه د مور مزه که د حسن ناز او غرور د مینې سوز
.او مستي د ا حساس جوش او خروش د پوهې زور مزه که
د انسان عقالني قوت په ارزوګانو کې انسجام او هماهنګې راوړي خو کله
چې دا د ارزوګانو ملونې د احساس په الس کې وي بیا نو ممکن تیت و پرک او
متضادې غوښتنې ولرو د جرمني د رومانتیسم د مکتب مخ کښ شلګل لیکلي دي:
رومانتیک ذوق د ډېرو متضادو خوا وو په نژدې کیدو پسې ګرځي په رومانتیک
طرز کې طبیعت وهنر ،شعر ونثر ،ټوکه او جد یت ،خاطره او پیش ګویې
،ژوندي احساسات او مبهم عقاید ،هغه څه چې اسمانې دي او هغه څه چې مځکنې
دي او بااالخره مرګ او ژوند سره یو ځای کېږي او سره ګډیږي د اشرف مفتون
غزل د خالص رومانتیسم یو ښه مثال دی رومانتیسم د اجتماعي او انتقادي ریالیزم
په څېر د پښتو د معاصر ادب مهمه برخه جوړوي د خپوانو په دیوانونو کې تر
ګردو عامه او یوازینۍ فلسفه عرفان وه البته که فلسفې ته پراخه معنا ورکړو نو
عرفان ،فلسفه بللی شو عرفان تر دې زیات چې د فلسفی یو مکتب او فکري نظام
وي ،ذوقي او شهوادي تجربه ده خو داوسنیو شاعرانو په اشعارو کې د اوس
.وخت د بېلو بېلو فلسفو او علمي نظریو یو اغیز میندلی شو
په پښتو ادب باندې د مارک سیزم اغیز د مثال راوړلو محتاج نه دی د او
سنۍ زمانې د علم او فکر د لوی مخ کښ زیګمونډ فروید د نظریاتو د اغیز مثال
.به راوړو
اشرف مفتون وایی
په فطرت او شرافت کې خدایه څومره تفاوت دی
چې بیداره وه نیکې وه چې واده شوله ګناه شوه
د فروید په نظر ،بنیادم که څه هم د شرافت او اخالقو پلوی ښکاري خو د ذهن تر
ټولو لویه برخه یعنې الشعوري ،چې په خوب کې یې فعالیت لیدلی شو ،د ړندو
.هوسونو او ګناهونو ځاله ده
هاشم بابر وایې
یار مې ته یې چې ته نه یې
یار د ځان یم چې زه نه یم
نو بیا هر یو لټومه
له بیلتون نه ځان ساتمه
پخونې شاعر دغه ډول تنهایې نه پیژندله.ده ته په کایناتو کې خپل موقیعت معلوم
وو ځان یې په طبیعت کې شپږمه ګوته نه احساساوه .په خال کې نه اوسیده .د
هاشم بابر فکر او احساس له اوسنۍ زمانې سره تعلق لري او پوهانو دده په شعر
باندې د وجودې فلسفي سویري لیدلې دي .په هاشم بابر سربیره د ځینو نورو
شاعرانو په شعرونو کې هم د وجودي فلسفي نخش یې موندلی شو .د د ې فلسفي د
لوی عالم بردار جان پل سارتر په نظر انسان په بې معنا او بې مقصده دنیا کې
پیدا دی2.
دی که هوښیار وي نو ځان بې معنا ورښکاره شي خو د ځان د حقیقت په
باره کې دغه پوهه ،ده ته ،له ځانه د یوه با معنا موجود د جوړولو اراده ورکولی
شي لکه د بابر د جملو ویناوال چې له خپل بیلتون نه خبر دی نو د وصال لپاره
هره هڅه کوي او یو په بله ژبه د خپل وجود په بې معنا توب پوهیږي او چي
.پوهیږي نو هڅه کوي خپل وجود ته معنا ورکړي
مونږ تراوسه پورې تر ډیره حده د فکر او موضوع له اړخه د اوسني او
پخواني شعر په توپیر باندي وغږیدو .اوس به دي فورم او تخنیکونو له اړخه د
اوسني او پخواني شعر مهم توپیرنو ته اشاره وکړو
قالبونه :په پخواني شعر کې د قالبونو په ثابت حالت باندې ټینګار کیږي خو
.په اوسني ادب کې د غسي ټینګار نشته
د پښتو ادب مورخانو ددې ژبې د معاصر ادب پیل ،افغاني خاورو ته د شلمی
پیړۍ په لومړیو دوو لسیزو کې د اروپایې تمدن د وږمو له رارسیدو سره هم
.زمانه بللې دي
د ځینو صاحب نظرو په اند ،د لویدیز اوسني جهان شموله تمدن د انسانانو تر
منځ د برابرۍ د فکر د عامیدلو او په طبیعت باندي د انسان د غلبي دوه ډیري
لويي بریاوې لرلې دي مونږ کوالی شو ددغو بریاوو په رڼا کې د خپل اوسني او
.د پخواني ادب تر منځ د توپیرونو مطالعه پیل کړو
په پخوانو تمدونونو کې د انسانانو تر منځ د برابرۍ تصور موجود نه وو.د
جنس ،طبقي ،ویني او عقیدي بیلوالی ،په تیره زمانه کې ددې سبب ګرځیده چې
خلک د وګړیو په انساني حیثیت کې فرق راولي .افالطون چې د زړې زمانې د
عقل او حکمت اعلی مثال دی ،په دي شکر کوي چې ښځه نه دی نر دی او بر بر
نه دی یوناني دی .د پښتو په پخواني ادب کې هم چې په فکري لحاظ د زاړه تمدن
پیداوار دي ،د انسانانو تر منځ د تبعیض کولو ډیر مثالونه موندلی شو .رحمان بابا
زمونږ د کالسیک ادب تر ګردو لوی اخالقی شاعر بلل کیږي خوان دده په
شعرونو کې هم ښځی او نارینه ته برابر مقام نه دی ورکړ شوی دده په دیوان کې
.لولو
که سل ځله زویه غوره وي تر لوڼو صدقه شه ناقابله زویه تر لور چې په
ننګ او په ناموس تر لوڼو کم وي خدای دي مور کاندي په هسي زویو بوره
ننګیالی تربرونه ښه دي او که نه وي ننګیالۍ ترله هم ښه ده تر تربوره په اوسنی
زمانه کې چې طبقاتي تبعیض ته په ښه سترګه نه کتل کیږي رحمان بابا د ا بیت
.ډیر مشهور شوی دی
نه شي د ملنګو د خانانو سره کلی
چیرته عزیز خان چیرته ملنګ عبدالرحمان
خو د رحمان بابا دا الندې بیتونه نه په اوسنو خلکو کې مشهور دي او نه اوسني
.شاعران دا رنګه تشبیهاتو او تمثیلونو له راوړلو سره د لچسپي ښی
د هر چا حرمت په خپله اندازه وي
نه چې مومې نفر ځای د امرا
نه رسیږي ستا و حسن و ته حوره
څه به رسي و میرمني ته مزدوره
.نن سبا هرې متاهلي ته میرمن وایې خو پخوا یې معموال باداری ته ویل
پخو چې د انسان رسالت د هغه له طبقاتي موقوف سره غوټه ګڼل کیده اصیل
.هغه څوک وو چې مریې نه وه
قادر خان خټک وایې
وینځه که اصیله وي،که توره وي که سپینه
ښکلې شي تر حورو چې پرې راشې د زړه مینه
عبدالقادر خټک د خپلو غزلونو په مقطعو کې ځان یعنی عبدالقادر بولې خو د
رحمان بابا یو بیت ته د ځواب ورکولو خان خټک یادوي او رحمان بابا ( غوریه
خیل رحمان) دی وایې
پایله
لکه څنګه چې په هر راز علومو کې د تاریخ په مختلفو دورو کې تحول او
بدلون را منځته کیږي په همدې ډول په ادب کې د مختلفو دورو تحوالت او
بدلونونه لیدل کیږي او د شعر پر ماهیت باندي فلسفي تامالت اوږده سابقه لرې د ا
خبره اوس څرګنده شوي ده چې شعر د نورو هنرونو لکه د موسیقۍ ،معمارۍ،
نقاشۍ ،مجسمه جوړول ،نڅا او سینما په څنګ کې یو هنر دی
په پخواني ادب کې چې محسوس پر مختګ نه وو ،شاعر ته او بل هر چاته
هر څه ثابت او تکراریدونکې معلومیدل له بلې خوا پخواني انسان خپل ایډیال په
ماضې کې لید د شاعر په نظر د هغو په تکرارولو کې یې خیر وو چې
پخواراهیسي کید لې پخوانو تمدونونو کې د انسانانو تر منځ د برارۍ تصویر
موجود نه وو د جنس طبقي ،ویني او عقیدې بیلوالۍ ،په تیره زمانه کې د د ې
سبب وګرځیده چې خلک د وګړیو په انسانې حیثیت کې فرق راولې.
د پخواني ادب د د یوانونو مطالعه راښيي چې زموږ شاعرانو د تعلی یا بل
شاعر ته د ځواب ورکولو په وخت د خپلي قبیلې د نوم اخیستلو سره نسبتا ډیره
دلچسپي ښودلي ده ،دا ځکه چې موږ پخوا تر اوس هم ډیر قبایلې وو.
په پخواني ادب کې اخالقې مفکوره د فردي ژغورنې په اساس والړه ده
شاعر به مخاطب ته مثال ویل چې حریص مه اوسه ،سوالګر تش الس مه پریږده،
وږې ته ډوډۍ ورکړه یا په کبر او غرور ګامونه مه اخله دا نیکې چارې ستا په
خیر دي خو په اوسني ادب کې شاعر د اجتماعي ژغورنې لپاره پیغامونه لرې دده
د شاعرۍ محتوا تر ډیره حده له ټولنیزو چارو لکه د ښځو له حقونو ،د معارف له
ترویج ،د رایې له حق یا مثال د وطن له ابادولو سره مربوط ده په معاصر ادب
کې داجتماعې او اوانتقادې ریالیزم غوړیدل د نوي تمدن له دغو مفکورو سره
کلک تړاو لري.