You are on page 1of 3

‫‪AFGHAN GERMAN ONLINE‬‬

‫‪http://www.afghan-german.com‬‬
‫‪http://www.afghan-german.de‬‬

‫‪۱۰۲۲/۲۱/۰۶‬‬ ‫شهسوار سنګروال‬

‫پښتو دېواني شعرونه او قلمي نسخې‬


‫د پښتو ادبیاتو په لومړي پېر کې‪ ،‬یو شمېر داسې شعرونه وویل شول‪ ،‬چې له بابته یې د پښتو شعر دېواني (دویم ادبي) پېر ته‬
‫الره پرانستل شوه‪.‬‬
‫د دغه ادبي پېر لومړی پړاو چې د پيرروښان مهال دی د منځپانګې له مخې د پام وړ دی‪.‬‬
‫که څه هم پيرروښان (‪ّ۵۲۹‬ـ ل ل مړ) په خپل کتاب کې د قرانکریم د الرحمن سورت په پیروۍ د پښتو ژبې یو ځانګړی مسجع‬
‫نثر رامنځته کړ‪ ،‬چې اخوند دروېزه دغه مسجع نثر ته شعر ووایه او ده هم د خیرالبیان په څېر یو کتاب چې مخزن االسالم‬
‫نومېږي وکېښ‪.‬‬
‫ما (لیکوال) د مخزن االسالم په څېر د برېتانیا له بېالبېلو کتابتونونو نه (په سر کې له برټش کتابتون څخه) (ّ‪ )۲۶‬یو سلو نه‬
‫شپېته پښتو دېوانونه چې د قلمي نسخو په ډول خوندي دي راټولې کړې چې په دغه لړ کې د مخزن االسالم یو ویشت قلمي نسخې‬
‫هم پکې موجودې دي‪.‬‬
‫په دغه ادبي پېر کې د پيرروښان او اخوند دروېزه پلویانو او پیروانو پښتو دېواني شعر وپاله او یوه نوې ساه یې ورکړه او د‬
‫لیکلو شعرونو دېوانونه یې وکښل‪ ،‬چې یو شمېر لیکوال دغه دېواني شعرونه عروضي شعرونه ګڼي‪ ،‬خو ماته د تامل وړ ده‪ .‬د‬
‫دغو عروضي ډوله شعرونو مخکښ د پيرروښان یو باوري ملګری ارزاني دی‪ ،‬چې د دېوان څښتن شاعر یې ګڼلی شو‪ ،‬ولې‬
‫پښتو شعر په طبعي ډول له عربي عروضو سره سر نه خوري‪ ،‬او ځان ته څپیز او خجیز ارزښت لري‪.‬‬
‫ما د ارزاني یوه قلمي نسخه په برټش کتابتون کې ترالسه کړه‪ ،‬چې اوس دغه قلمي نسخه په (‪ )۹۹ّ۶‬پرلپسې شمېره کې خوندي‬
‫ده‪ .‬دغه السي نسخه نه شپېته (ّ‪ )۶‬شعرونه لري چې د الفبا په ترتیب لیکل شوي دي او دېواني بڼه لري‪.‬‬
‫میجرراورټي ددې دېوان د پنځونکي په اړه لیکلي دي‪ ،‬چې په ژبنیو چارو کې د بايزيد انصاري مرستیال و‪ .‬اخوند دروېزه هم د‬
‫ده په باب داسې لیکلي دي‪:‬‬
‫((شاعر ارزاني د پښتنو د خویشکي ټبر د هغو درې وروڼو (ارزاني‪ ،‬عمر او علي) څخه یو و))‪.‬‬
‫همدغه د شعرونو دېوان لرل دا په خپله د کالسیکې ادبي دورې د پېر یو پرمخللی بهیر دی‪:‬‬
‫د يوه وحدت له اصله‬
‫د کثرت شول ډېر فروغ‬
‫يو دېوان په پښتو ژبې‬
‫پر دېرش حرفه کړم بنا‬
‫د دوهم ادبي پېر په لومړي پړاو یا په ټول کالسیک پېر کې یو شمېر شاعرانو په بېالبېلو بڼو قافیه وال شعرونه لیکلي دي چې‬
‫ما د ګڼ شمېر شاعرانو دېوانونه چې (ّ‪ )۲۶‬قلمي نسخي دي په برټش او د بریتانیا په نورو کتابتونو کې تر السه کړي دي‪.‬‬
‫د همدغو دېوانونو له مخې ګورو چې په درېیمې لېږدي پېړۍ کې پښتو څلوريځه (قطعه) په پنځمې لېږدي پېړۍ کې پښتو بوهلل‬
‫(قصیده) په اتمه پېړۍ کې پښتو مثنوي او غزل او همدارنګه په دغو قلمي دېوانونو کې دويزه‪ ،‬پېنځيزه‪ ،‬پاړکۍ‪ ،‬ترجيع‪ ،‬بند او‬
‫نور داسې ډولونه چې له عربي ژبې پښتو ژبې خپل کړي د پښتو ادب ډګر ته راننوتل‪.‬‬

‫په دغو دېواني شعرونو کې داسې بېلګې شته چې هره مسره یې په لومړۍ خجنه څپه پیلیږي‪ ،‬خو که مونږ په ټوله کې د بېالبېلو‬
‫دېوانونو سيالبوتونيک ((خجیز‪ ،‬څپیز)) جوړښت ته پام واړو داسې شعرونه تر ګوتو کولی شو‪ ،‬چې په لومړۍ‪ ،‬دویمه‪ ،‬درېیمه‬
‫او په څلورمه خجنه څپه باندې پیل شوي دي‪.‬‬
‫د استاد زیار خبره “مسرې لنډترین برید یې له پنځو (‪ )۲‬څخه تر دوه څپیزو رسېدلي او اوږدترین هغه یې له شپاړس څخه تر‬
‫څلوېښت پنځه څلوېښت څپو پورې‪”.‬‬

‫که مونږ د پېر روښان د مهال نه راواخلو‪ ،‬کوم دېواني شعرونه چې په هغه وخت کې ویل شوي دي او اوس یې قلمي نسخې په‬
‫واک کې لرو یوه بېلګه هم د ميرزاخان انصاري ده‪ .‬نوموړی نه یوازې د پېر روښان لمسی دی‪ ،‬بلکې د ده د الرې پلوی هم دی‪.‬‬
‫په برټیش کتابتون کې د نوموړي د شعرونو یو دېوان چې (ّ‪ )۲۳‬پاڼې لري موجود دی‪ .‬د دغه دېوان اوه قلمي نسخې چې لومړۍ‬
‫نسخه یې په (‪ )۹۱۱۵‬پرلپسې شمېره کې خوندي ده په (ّ‪ )۲۶۵‬کال خطاطي شوی دی‪ ،‬ليکدود يې نستعليق دی‪.‬‬
‫یو شعر یې د بېلګې په توګه راخلو‪ ،‬چې د څپو شمېر یې د لومړۍ مسرې (‪ )۲۱‬ته رسېږي او د دویمې مسرې یې یوولسو ته‪.‬‬
‫په وحدت له هره جوده بېګانه یم‬

‫د پاڼو شمیره‪ :‬له ‪ 1‬تر‪3‬‬


‫افغان جرمن آنالین په درنښت تاسو همکارۍ ته رابولي‪ .‬په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړﺉ ‪maqalat@afghan-german.de‬‬
‫یادونه‪ :‬دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ‪ ،‬هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولـﺊ‬
‫په کثرت د میرزا په خوله ویېږم‬
‫علي محمد مخلص د پيرروښان یو بل مرید او پیرو دی‪ ،‬چې نوموړی هم د دېوان څښتن شاعر دی‪ ،‬چې ما د ده د دیوان یوه‬
‫قلمي نسخه په برټش کتابتون کې لوستې چې اوس (‪ )۶۵۲۶‬پرلپسې ګڼه کې خوندي دی‪.‬‬
‫د پيرروښان نور الرويان او پلویان چې د هغه مهال نامتو شاعران دي‪:‬‬
‫مال عمر‪ ،‬دولت لواڼي‪ ،‬واصل روښان‪ ،‬خواجه محمد روښاني‪ ،‬کريمداد‪ ،‬عبدهللا‪ ،‬قادرداد‪ ،‬روښاني اوکرزی‪ ،‬مال الف کندهاری‪،‬‬
‫شيخ ادم روښاني‪ ،‬ميرخان روښاني او نور یادوالی شو‪.‬‬
‫همدارنګه د اخوند دروېزه د زوی کريمداد د نظمونو یو دېوان د برټش کتابتون په قلمي نسخو کې په (‪ )۱۵۲۶‬پرلپسې ګڼه کې‬
‫خوندي دی‪.‬‬
‫د دغه ادبي پېر په دغه پړاو کې د څومره والي له مخې ډېر پښتو دېوانونه کښل شوي دي‪ ،‬ولې د شعر څرنګوالي له مخې د‬
‫پيرروښان د مریدانو او پلویانو شعرونه ذهني او مذهبي رنګ او خوند لري‪.‬‬
‫د پښتو په کالسیک ادبي پېر کې یو بل پرمختللی پړاو او بهیر چې نه یوازې د شعر څومره والی یې د پام وړ دی بلکې د شعر‬
‫څرنګوالي کې هنري ارزښت هم د ډېر پام وړ دی‪ ،‬چې هغه د خوشال خان خټک د مهال شعري بهیر دی‪.‬‬
‫ولې پخوا تر دې چې د نوموړي شعر ته تم شو‪ ،‬غوره به وي چې د پيرروښان د مهال او له هغه وروسته چې کوم الرویانو او‬
‫مریدانو کوم دېوانونه لیکلي دي د شعرونو څو نمونې یې د بېلګې په توګه راوړو‪:‬‬

‫په څلور لفظه يې جوړ خيرالبيان کړ‬


‫موافق شته په ايات په حديثونه‬
‫افغاني لفظ مشکل و لوست ښکوي نشو‬
‫ورته اوشوه کننده ديارلس حرفونه‬
‫((دولت لواڼی))‬
‫که توفيق مې حق نصيب که‬
‫زه به کښم د حق وينا‬
‫يو دېوان په پښتو ژبې‬
‫پر دېرش حرفه کړمه بنا‬
‫هېڅ افغان‪ ،‬ده غوندې شعر کړی نه دی‬
‫په خپل عصر کې تر هر شاعر بهتر‬
‫ميرزاګنج راته خپل کور او ښود غني شوم‬
‫بېهوده محنت به ولې د بل چا کړم‬
‫((دولت لواڼی))‬
‫د ګمان خمار مې لرې شه له سره‬
‫چې ساقي شه ميا روښان غمخوار زما‬
‫((علي محمد مخلص))‬
‫ای واصله د ګمان له اصله مشه‬
‫د پيالې ګمان به اوبخښي غفور دی‬
‫((واصل روښاني))‬
‫د وحدت ونه يوه ده يو يې اصل‬
‫په کثرت باندې خوره شوه يو څو ښاخه‬
‫((کريمداد))‬
‫مجلس کړه د صالحينو‬
‫ناستی مکړه د بې دينو‬
‫د دوبي قلعه به کړم پرې دړې وړې‬
‫برکت مې په اواز کې د کامل شته‬
‫((شيخ ادم روښاني))‬
‫همدارنګه د روښاني سبک پلویان ځینې نور شاعران هم لرو‪ ،‬چې اخوند مياداد‪ ،‬شيخ فريد‪ ،‬اخون مصري‪ ،‬ادين‪ ،‬ازاد‪ ،‬سعيد‬
‫او احمد د بېلګې په توګه یادوالی شو‪.‬‬
‫په لومړنیو دوه پېرونو کې د پښتو شعر پرتله د دېوانونو څرنګوالی‪:‬‬

‫د پاڼو شمیره‪ :‬له ‪ 2‬تر‪3‬‬


‫افغان جرمن آنالین په درنښت تاسو همکارۍ ته رابولي‪ .‬په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړﺉ ‪maqalat@afghan-german.de‬‬
‫یادونه‪ :‬دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ‪ ،‬هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولـﺊ‬
‫د پښتو د لرغوني ادبي پېر شاعران که څه هم د شمېر له مخې لږ نه دي‪ ،‬ولې شعرونه یې د څومره والي له مخې نه له لږونه‬
‫لږ دي‪ ،‬ښایي ددې المل دا وي چې تر مونږه د ټولو شاعرانو ټول شعرونه نه دي رارسېدلي‪ ،‬ولې بیا هم کوم شعرونه یې د بېلګې‬
‫په توګه په وړاندې سرلیک کې مونږ له پامه تېر کړی‪ ،‬د څرنګوالي له مخې یې په څو برخو وېشالی شو‪:‬‬
‫‪ ) ۲‬یو شمېر داسې نظمونه ګورو‪ ،‬چې د لرغونو اریایانو له سرودونو او ترانو سره د بڼې له مخې د پرتلې وړ دي او یا د پښتو‬
‫ملي اوزانو ته ورته دي‪ ،‬د منځپانګې له مخې عرفاني رنګ او اخالقي خوند لري‪ .‬دیني سپارښتنې‪ ،‬اخالقي ښودنې هم پکې تر‬
‫سترګو کېږي او د رزم او بزم بڼدارونه هم‪ ،‬خو هنري تومنه پکې یا خو نشته او که وي هم له لږو نه لږ ده‪.‬‬
‫‪ )۱‬د لرغوني ادبي پېر یو شمېر شاعران د ستاینې وړ دي او د شعر بڼه او منځپانګه یې هم د پام وړ ده‪ ،‬هنري او ښکالییز‬
‫ارزښت او نوښت یې د شعر دب دبه د نورو په پرتله زیاته کړې ده‪ ،‬له ویاړنو سربېره د شعر مانیزه پانګه یې هم په زړه پورې‬
‫ده‪.‬‬
‫‪ .)۳‬په دغه ادبي پېر کې یو شمېر د عروضو په تول برابر ډوله شعرونه هم کښل شوي دي‪ ،‬ولې د شعر نوښت او پايښت ته یې‬
‫زیان رسولی دی‪.‬‬
‫په درېیمې لېږدي پېړۍ کې د شعر یو ډول چې په عربي کې قطعه (پاړکۍ) پښتو شاعرۍ ته راننوتلې ده‪ .‬په پنځمې پېړۍ کې‬
‫عربي قصیده (بولـله) په شپږمه پېړۍ کې پښتو چاربیتې‪ ،‬د لېږدې کال په اتمه پېړۍ کې غزل‪ ،‬په نهمه (ّ) هجري پېړۍ کې‬
‫رباعي او ښآیي نور شعري صنفونه هم یو د بل پسې پښتو شاعرۍ خپل کړي وي‪.‬‬
‫د یادولو وړ ده چې ووایو په اتم (‪ )۵‬لېږدیز کال کې د اکبر زمينداور د شعر یو دېوان هم تر السه شو‪ ،‬چې په دغه ادبي بهیر‬
‫کې غزل‪ ،‬مثنوي او رباعي د پښتو شعر لمنه رنګینه او زرغونه کړه‪.‬‬
‫په همدغه موده کې پښتو شاعرۍ د بڼې له مخې یو شمېر عروضي شعرونه وکښل‪ ،‬چې وروسته به یې یادونه وشي ولې د شعر‬
‫د وړتیا له مخې د یو شمېر نورو ژبو په پرتله د پښتو ژبې رغبت او ځانګړی غږيز جوړښت څپيز‪ ،‬خجيز او سېالبوتونيک دی‪.‬‬
‫د دویم ادبي پېر په لومړي پړاو کې بیا پښتو شعر د څومره والي له مخې دې کچې ته ورسېد چې د پښتو نظم څو دېوانونه د پښتو‬
‫ادب ډګر ته راووتل چې مونږ یې دمخه یادونه وکړه‪.‬‬
‫ما د برټش په کتابتون کې چې کومې نسخې او قلمي دېوانونه تر ګوتو کړل ټول مې یو د بل پسې ولوستل چې د میرزا د دېوان‬
‫اوه (‪ )۵‬قلمي نسخې او په ټوله کې د ټولو قلمي نسخو (شعر او نثر) شمېر (ّ‪ )۲۶‬ټوکو ته رسېږي‪.‬‬
‫په دغه ادبي پېر کې د ځینو شعرونو څرنګوالی د تېر په څېر عرفاني رنګ لري او له دې سربېره د الفنامو دود هم وپالل شو‪ .‬د‬
‫دغه مهال شاعرانو د دېوانو له مخې ویالی شو چې د مخمس په بڼه هم شعرونه ولیکل شول خو د یو شمېر شاعرانو شعرونه‬
‫هنري ارزښت نه لري ولې د یو شمېر دېواني شعرونو له مخې ګورو چې د یو شمېر شاعرانو شعرونه چې بېلګې یې په تېر‬
‫سرلیک کې راخیستل شوي دي د هنري نوښت څرګ پکې لیدالی شو‪ ،‬چې مونږ دولت لواڼی‪ ،‬واصل روښاني او له دوی نه‬
‫وروسته نور د ساري په توګه یادوالی شو‪.‬‬

‫د پاڼو شمیره‪ :‬له ‪ 3‬تر‪3‬‬


‫افغان جرمن آنالین په درنښت تاسو همکارۍ ته رابولي‪ .‬په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړﺉ ‪maqalat@afghan-german.de‬‬
‫یادونه‪ :‬دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ‪ ،‬هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولـﺊ‬

You might also like