Professional Documents
Culture Documents
شاعر او لیکوال خوشحال خان خټک
شاعر او لیکوال خوشحال خان خټک
شیــــــــخزایـــــــد پوهــــــنتون
د ژبــو او ادبیاتو پــوهــنځــی
پښـــــــــــــتو څــــــــــانګه
درېیم ټولګی دوهم سمستر
ننګیالی د زمانې
ننګیالی د زمانې نومي اثر ،ښاغلي سرمحقق زلمي هېوادمل د
خوشحال خان د زوکړې د څلور سومې کالیزې به ویاړ ترتیب کړی
دی·
دا کتاب په ( )1380ل کال لیکل شوی او د (افغانستان د کلتوري
ودې تولنه – جرمني) خپور کړی دی· نوموړی کتاب چې زلمي
هېوادمل پخپله یوویشت مخه سریزه پرې لیکلې ده ،اته څپرکي لري·
په نوموړي اثر کې د خوشحال خان خټک زوکړه ،کورنۍ ،زده کړه،
منصبداري د ژوند پېښې ،جنګونو او اثارو په هکله ښکلي ،مؤثق او
باوري معلومات په پوره تفصیل سره راغلي دي·
دا چې نوموړی اثر په اتو څپرکو کې بشپړ شوی؛ نو زه غواړم چې
د اووم څپرکي چې غنوان یې دی( :شاعر او لیکوال خوشحال خان)
پر منځپانګه رڼا واچوم·
په دې څپرکي کې د خوشحال خان د شاعرۍاو لیکوالۍ ځانګړنې
مشخصې شوې دي·
په پیل کې یې د خوشحال خان منظوم اثار بیا منثور اثار او بیا د
دری اثار د ژانرونو ،معنوي ډولونو ،شکل او مانا له پلوه تحلیل او
څېړلي دي·