Professional Documents
Culture Documents
com
دپښتوژبي په اوسنۍ الفبې کي نهم توری (( ځ )) ده ،چي د (( چ )) او (( څ )) ترمنځ موقعيت لري .دلري پښتونخوا پښتانه
( دډيورنډ دکرښې هاخواته ميشته پښتانه ) يې (( ځيم ـــ زيم )) تلفظ کوي .داږغ په نورو هندواروپايي ژبوکي هم سته .ددې
ږغ ګرافيمي بڼه د نورو ږغونوپه شان دتاريخ په اوږدوکي يورازنه ده پاته سوې .په روښاني الفبې کي يې موقعيت د ډال او
ذال ترمنځ اوشکل يې ( د ) دئ .يعني دال ته يې ﻻندي ټکی ورکړی دئ .په خوشالخاني ليکدودکي يې دجيم ترټکي ﻻندي
همزه کيښ اود (( ځ )) ږغ يې په انځوراوه .پـــه دې شکل ( ج ) .اخونددروېزه ننګرهاري ( رح ) ( ٠٤٩ـــ ٨٩٤١هـ ق ) په مخزن
اﻻسالم کي د ( څ ) او ( ځ ) فرق نه دئ کړی اودواړه يې په ( څ ) سره ښودلي دي ( . ) ٢په افغانستان کي دپښتومرکې په
خپرونوکي د ( ځ ) له پاره د ( ح ) بڼه غوره وګڼل سوه يعني جيم ته يې پرسرټکی ورکاوه .دطلوع افغان په نشراتوکي هم داشکل
تر ٨١٨١ش کال پوري مروج و ،چي وروسته يې د ( ځ ) شکل غوره کړ .تفصيل به يې وروسته وکاږم .وزيرصاحب محمدګل
خان مومند ( ٨١٤٢ش مړ ) د ( ځ ) له پاره دااوسنی مروج شکل خوښ کړ اوعام يې کړ اود (( ځنځيرۍ )) د فاضل مولف خبره ((
دزنځيري ليکدود شکل يې راژوندی کړ )) ( . ) ١
په پټه خزانه کي د ( ځ ) توری په اوسني مروج شکل راغلی دئ ،چي دځينوښاغلومنقدينوپـــه نظر دجديدي امالء نخښه ده
اودپټي خزانې (( جديديت )) په اثباتېږي .په دې برخه کي په هغه قول استنادسوی دئ ،چي دخيرالبيان پـــــــــــــــــه (( عکسي
ايډيشن )) کي د ( خيرالبيان ليکدود) ترسرليک ﻻندي چاپ سوی دئ اودهغه له مخي ګوياد(( ( ...ځ ) اوسنی مروج
شکل،چي د( ح ) پرسرهمزه ( ء ) کښلی دی د وزير محمدګل خان مومند ايجاددئ ،چي وروسته عام سو اوپه لروبر
پښتونخوا کي يې رواج وموند )) .پردې قـــول داسي استنتاج بناسوی دئ ،چي (( پټه خزانه دمحمدګل خان مومند ( رح )
دسن شعور ته درسېدو نه پس ته دورکښې ليکلی شوی کتاب دی اوځکه نوداسروپ دروغ دي چې داکتاب په ٨١٩١هـ کښې
ليکلی شوی دی . ) ٤ ()) .زما دڅېړني له مخي د ( ځ ) اوسنۍ مروجه بڼه دوزيرمحمدګل خان مومند ايجادنه دئ اوزماسره
دوزير صاحب مرحوم ترزېږېدوشل کاله مخکي د ( ځ ) توري داوسني شکل چاپي اسنادسته .خپله څېدهماغه اسناد و له
فوټوکاپۍ سره يوځای دسيمينار درنو او ښاغلو برخه والوته وړاندي کوم .د ( ځ ) توري په باب دطلوع افغان د٨١٨١ش کال
دحمل په ٢١مه ګڼه کي لولو :
(( داشپږکاله چه طلوع افغان پښتوشوی دی ،موږيوډول امالء چه پښتومستنده امالء ده ،غوره کړې ده ،مګرقدماؤ
دپښتومخصوص حرف ح په دې شکل هم ليکلی دی ځ .ځکه چه موږدامالء دتوحيد اويووالي پرخوايو اوهرکله موږپه دې
باب کښ ليکل اوويل کړي دي ،نوددې دپاره چه په خپله ويناموږ لمړی کړن کړی وی اوس غواړو چه وروسته تردې ح داسي
وليکو ځ )) ....
په دغه کال يعني ٨١٨١ش کال مرحوم وزيرمحمدګل خان مومند د (( پښتوژبي ليار)) اوترهغه يوکال دمخه يعني پــــــه ٨١٨١
ش کي يې (( پښتوسيند ))کښلی اوچاپ کړی دئ .دپښتوالفبې ځينو ږغونوته يې په همدې اثاروکي خاص شکلونه
پيشنهادکړي اوټاکلي دي .زماپه فکر ښايي دطلوع افغان په دې اقدام کي به دوزيرصاحب مرحوم غوښتنه بې اغېزې نه وه .
www.hotakonline.com 1
www.hotakonline.com
خوپـــــــــــه پورتني عبارت کي ،چي دارواښادعالمه حبيبي په قلم ليکل سوی دئ ،د(( قدماؤ )) کلمه په دې باب يوه اشاره ده
او هغه داچي داشکل نوی ايجادنه دئ .همدې اشارې زه نوري څېړني ته وهڅولم .
په دې برخه کي مي لومړی کتاب ( لغات افغاني ) وکوت ،چي دارواښاد سيدراحت زاخېلي ليکنه ده .داکتاب که څه هم
زماسره يې بشپړه نسخه سته خودپيښورچاپ دزياترو نوروکتابو په شان د چاپېدو نېټه نه لري مګر واضحه ده ،چي
دوزيرمحمدګل خان مومند د (( پښتوسيند )) او (( دپښتوژبي ليار)) ترچاپ دمخه خپورسوی دئ .عالمه حبيبي د (
خوشحال خان خټک مرغلري ) په ٠٠١مخ کي د ارواښادراحت زاخېلي همدې کتاب ته حواله ورکړې ده ( . ) ٥د خوشحال
خان خټک مرغلري د ٨١٨١ش کال په جوزا ( می ــ ٨٠١١ع ) کي په کندهارکي چاپ سوی دئ اوپه دې وخت کي (لغات
افغاني) د څېړونکوديوه ماخذ په توګه ترکندهاره هم رسېدلی و .په لغات افغاني کي د ( ځ ) توری په همدې اوسني شکل
راوړل سوی دئ اوداحکم ،چي دااوسنی شکل دوزيرمحمدګل خان ايجاددئ ،ترپوښتني ﻻندي نيسي .البته داخبره له
امکانه ليري نه ده ،چي ارواښاد وزيرصاحب به له (( پښتوسيند )) او ( دپښتوژبي ليار ) پرته په نوروليکنوکي دا شکل ( ځ )
ايجادکړی و ي مګر ددې امکان داثبات له پاره موږليکلی سند نه لرو .
دوهم کتاب مي دابوسعيد فضل احمد خان افغان اثر ( ګل کوهي ) يا (( دغره ګل )) وکوت .ابوسعيد فضل احمدخان
افغان د پېښور د مردان د سرډهېرې کلي يو حساس او پر پښتو اوپښتونولۍ مين پښتون و (( .ګل کـوهي )) يې د ٨٠١٩ع
کال ( ٨١٩٠ش ) کال په جنورۍ کي دبمبئی په خالفت پريس کي دافغان جنرل قونسل مرحوم غالم احمدخان په همت چاپ
کړی دئ .غالم احمدخان مـــرحوم دسردار عبدالقدوس خان اعتمادالدوله له زامنوڅخه دئ .لوی استادعالمه حبيبي د
ارواښاد عبدالهادي خان داوي ( ٨١١٨ش مړ ) له خولې ليکي ،چي غالم احمدخان دبديع ذوق څښتن و .په دري ژبه يې روان
نثر کيښ اوپه دوهم مشروطيت کي يې ونډه درلوده ( . ) ١ګل کوهي د وزيرمحمدګل خان مومند ترلومړي اثراووه کاله دمخه
اوتردوهم اثر اته کاله وړاندي چاپ سوی دئ .په دې کتاب کي هم د ( ځ ) توری په اوسني مروج شکل راغلی دئ .که د ( ځ )
توري داشکل دمرحوم وزير صاحب له خوا د ( پښتوسيند ) او ( دپښتوژبي ليار ) ترخپرېدو دمخه هم ايجادسوی وي ،بياهم
ګومان نه کوم ،چي دهغه وخت د شرايطو او وسايلوپه پام کي نيولو سره دې اغېزه په بمبئی کي دخالفت پريس تر
کاتبانوپوري رسېدلي وي .
ديوان اخترمحمد مسمی په مرغوب الخواص مي هم پرله واړاوه .دااثرداشعارو يوه کوچنوټې مجموعه ده ،چي پــــــــــــــه
٨١٥٨هـ ق کال ( ٨٠١٢ع کال ) دﻻهورپه مسلم پرنټينګ مطبعه کي چاپ سوی دئ .اخترمحمد د محمدزمان خان تره کي زوی
اودکندهاراوسېدونکی و .ديوان يې تر( پښتوسيند ) او ( دپښتوژبي ليار ) ترخپرېدو په ترتيب سره پنځه اوشپږ کاله دمخه
خپورسوی دئ اود ( ځ ) توری يې په نني مروج شکل کښلی دئ .
څلرم کتاب ،چي تردا دروسرو کتابوقديم چاپي اثردئ ( ،نصاب افغانی ) نومېږي اودمحمداسماعيل په قلم ليکل سوی
دئ .ددې اثر په کتلوسره مي ګومانونه په بشپړيقين بدل سول ،ځکه دااثر د وزير محمدګل خان مومند ترزېږېدو شل کاله د
مخه يعني په ٨١١١ع کال د (( جناب معلی القاب مسټرهنری بکټ صاحب بهادر قائمقام انسپکټر مدارس حلقه سرحدی )) په
حکم دپېښورپه جېل مطبعه کي چاپ سوی دئ .دارواښادوزيرصاحب تولد په ٨١٩١هـ ق کال پېښ دئ .د ٨١٩١هـ ق کال
لومړۍ ورځ د ٨١١٥ع کال داکتوبرله لسمي سره برابره ده .دوزيرصاحب مرحوم د زېږېدوپه کال دپټي خزانې موجوده متن په
www.hotakonline.com 2
www.hotakonline.com
کوئټه کي استنساخ سوی دئ او(نصاب افغانی) دپټي خزانې د وروستي استنساخ ترنېټې شل کاله يا نونس کاله دمخه چاپ
سوی دئ .په دې کتاب کي د ( ځ ) توري شکل له نني مروج شکل سره يوشان دئ .دنوموړي کتاب په ٤ــ ٥مخونوکي داسي
راغلي دي (( :حـــــرف دويم ( څ ) قريب المخرج است بازای منقوطه ليکن به ثقالت تلفظ وبه تلفظ زای منقوطه نيز جائز است
چون څای ( زای ) بمعنی جای و څار ( زار ) بمعنی فدا .اګرچه حرف اول ( مراد يې (( څ )) ده .هوتک ) و حرف دويم ( مراديې ((
ځ )) ده .هوتک ) دراکثرکتب افغانی يکسان ديده شده است مګردرينجافرق کردن ضرورآمد تاخواننده تشخيص دهد
مابين هردوحرف و نيزدرکتب شعرای قوم خټک که درسنه يازده صد هجری نوشته شده اين طوربنظرآمده يعنی بجای سه
نقطه يک همزه نوشته شده باينصورت ځ و درين اوراق صورت دويم مقررګشت )) .په دې توضيح کي لولو ،چي د ( ځ ) شکل
ايجاد دنصاب افغانی دمولف محمداسماعيل ايجاد ﻻ هم نه دئ ،بلکي ده دخټکو دليکدود په پيروۍ دغه شکل غوره ګڼلی
دئ .له ٨٨٩٩هـ ق څخه تر ٨١٩١هـ ق پوري ،چي دپټي خزانې د وروستي استنساخ کال دئ ،درې دپاسه دوه سوه کاله تېرسوي
دي اوداکافي موده ده ،چي د ( ځ ) شکل دي له اټکه ترکوئټي اوبياترعباس کاسي پوري ورسېږي .د( نصاب افغانی ) هغه
فيصله چي د ( ځ ) شکل په برخه کي يې کړې ده ،هم په شل کاله کي ترکوئټې پوري رسېدﻻی سوای .
که خبره سره راغونډه کړو بايد ووايو او ويې منو ،چي د ( ځ ) ننی شکل دوزيرمحمدګل خان مومندايجادنه دئ ،بلکي
قديم دئ .د خيرالبيان دعکسي چاپ په سريزه کي دراغلي حکم توضيح بايدداسي وي ،چي په دافغانستان په معاصرو
مطبوعاتوکي د ( ځ )توری دوزير صاحب پرﻻس په دااوسني شکل رواج سوی دئ اوارواښاد وزير صاحب د (( قدماوو )) په
پيروۍ دغه شکل غوره کړی دئ .
دغه رازڅېړنه چي زماپه شان مبتدي له پاره ممکنه ده ،آيا د هغو معترضينوله پاره مقدوره نه وه ،چي دکتاب دنعمت باران
پراوري او د ادبي وتاريخي ريسرچ اوږده سابقه لري .بالکل وه .اوس به درانه لوستونکي داحکم چي (( ځکه نوداسروپ دروغ
دی چې داکتاب ( پټه خزانه .م .هـ ) په ٨١٩١هـ کښې ليکل شوی دئ )) څرنګه تعبيرکړي ؟ او دې فيصلې ته به په کومه سترګه
وګــوري ،چي وايي (( :دلته داخبره هم بايدياده وساتلی شي چې د ( ځ ) داتوری په هغه قلمي تذکره کښې هم استعمال شوی
دئ چې سليمان ماکوپورې تړلې شوې ده ...په دې بنياددسليمان ماکوتذکره هم دپټې خزانې غندې يوجعلي دستاوېزدی
اودبېټ نيکه دملک يار غرشين اودشسخ اسماعيل دشاعرۍ قصه هم يوه افسانه ثابته شي )) ( . ) ١زه وايم دبې انصافۍ په
سترګه به ورته وګوري .
پای
ټورنټو ــــ کاناډا
٠جوﻻی ٨٠٠٤ع
٨١سرطان ٨١١١ش
**************
www.hotakonline.com 3
www.hotakonline.com
لمنليکونه
( ) ٨د ( ځ ) توري په باب ما يوه تحقيقي ليکنه د ٨١١٨ش کال په ثورکي د ارواښاد قلندر مومند دهغه اعتراض په جواب کي کښلې وه ،چي په خپل کتاب (( پټه خزانه فی
الميزان )) کي يې کړی و .دغه جواب مي له هغي مقالې سره يوځای ډېوې مجلې ته دخپرېدوله پاره لېږلی و .چي هغه هم دمرحوم قلندر يوه بل کتاب (( دخيرالبيان دريم
قرائت )) ته لنډه کتنه وه .د ٨٠٠٤ع کا دجون پر ٢٤مه له پېښورڅخه دښاغلي زلمي هيوادمل يوليک کاناډاته راورسيد اوپه هغه کي يې دخليل اولسي ادبي جرګې لخوا د
محمدهوتک په باب دجوړېدونکي علمي سيمينارلپاره ديوې مقالې دليکلو غوښتنه کړې وه .ددې ليکني تربشپړيدو وروسته زه خبرسوم .چي په دې باب ښاغلي همېش
خليل هم څه ليکلي و او فاضل استادپوهاندرشاد هم پرخپله هغه ليکنه باندي نوې کتنه په (( وفا )) جريده کي خپره کړې وه ،چي دخيرالبيان دعکسي چاپ په سريزه کي يې
پر دې موضوع کړې وه اومادلته دهمدې مقالې په متن کي څېړلې ده .زه چي کله ددې دواړو توضيحاتو په باب خبرسوم نـــــــــوخپل تحقيق راته ( تحصيل حاصل ) وايسېد.
ماخپله څيړنه په ٨١١٨ش ثورکي بشپړه کړې وه او د ښاغلي همېش خليل تول پرسنګ نومی کتاب ،چي د (( ځ )) توري په باب يې په ٨٥٤ـــ ٨٥١مخونوکي بحث کړی دئ ،
زماترليکني تقريبادرې مياشتي وړاندي ( دلو ــ ٨١١٩ش ) خپور سوی و او ماته ښاغلي هيوادمل صاحب له پېښوره راولېږه ،چي په اپريل ٨٠٠٥ع کي راورسېد .مطلب
داچي زه دخپل تحقيق په وخت کي ددوی په ليکنو او توضيحاتوخبرنه وم.ځکه مي نوښاغلي هيوادمل صاحب ته داسي وليکل (( :مادغه مقاله هغه هغه وخت کښلې وه .چي
نه مي ( تول پارسنګ ) ﻻس ته راغلی و اونه هم پوهاندرشادصاحب د ( ځ ) توري په باب خپله توضيحي ليکنه په وفا کي خپره کړې وه .اوس چي دا دواړه کارونه سوي دي
زما مقاله ( تحصيل حاصل ) راته ايسي . )) ....خوبياهم زماڅېړنه يوڅه تفصيلي ده او دموضوع دښه وضاحت سره به فکر کوم مرسته وکړي .
( ) ٢تفصيل يې په خيرالبيان ( عکسي چاپ ) سريزه ١٢مخ کي وګورئ .
( ) ١رفيع ــ حبيب اهلل ــ زنځېرۍ ـــ ٤١ـــ ٤٠مخونه
( ) ٤مومند ـــ قلندر ـــ پټه خزانه فی المېزان ـــ ٨١٨مخ
( ) ٥هماغه اثر ـــ ٨٩٢مخ .په دې مخ کي دارواښاد وزيرصاحب نوم د محمدګل خان مومندپرځای ( ګل محمد خان مومند ) ليکل سوی دئ ،چي دکتابت سهوه يې بولم .
( ) ١حبيبي ــ عبدالحی ـــ دافغانستان تاريخي پېښليک ـــ ٢١٩مخ
( ) ١حبيبي ـــ عبدالحی ـــ جنبش مشروطيت درافغانستان ـــ ٨٤١مخ
( ) ١پټه خزانه فی المېزان ـــ ٨١٢مخ
www.hotakonline.com 4