Professional Documents
Culture Documents
سريزه
ادب يوازې هغه پديده ده ،چې د ژوند له پيله تر اوسه پورې د يوې
معنوي پديدې په څېر له ژوندانه سره مله ده .ادب د يوې واحدي عينې
قضيې په توګه د خپل تکامل او بلوغ مرحلې ته اړ وي او د يو مفرد واحد
.نوم څخه د جمعې او ګڼې له قالبه مرکب راوتې
ادب د عينې شواهدو او تداعيو هغه رښتنې هنداره ده ،چې د نړۍ د
مشاهدې بېل بېل پاړکې لري ،په دې پاړکيو کې يوه داسې تابلو ،چې هغه
ادب په عينې او غير تخيلي ) حقيقي ( توګه د خلکو ذهن ته په ګوته کوي
هغه د ادب تمثيل دى .
کله چې ادب د تمثال ) ممثل ( د هنر بداعت ته ورولويږي په نوښتګره
توګه د ادب په درې اړخيزو څيرو ) :کميډي تراژيدي او سندريز ( په
مفهوم ښه افاده کيداى شي .
زما ددې مونوګراف موضوع ) د ډرامې پيدايښت او پرمختيا ( او په
اساسي توګه د پښتو ډرامې پيدايښت پرمختګ او ډرامې ته ورپيښ
تاريخي ،سياسي او فرهنګي جريانونه د دې ليکنې اصلي هدف دى .
پښتو ډرامې ته په ميتولوژيکه او څيړنيزه توګه ځغلنده نظر زما ددې
موضوع ستراتيژيکه نقطه ده چې د پښتنې ادب ډرامه د پيدايښت ،دوې ،
ډولونه او پښتو ډرامې عمده يعنې افسانوي ،فرهنګي ،سياسي ،اجتماعي
او داسې نورو ته په تشريحي توګه مې د قلم پام ور واړوه .
فهرست
عنوان ګڼه
مخ
سريزه
لومړى څپرکى
ډرامه څه ته وايې
د ډرامې په هکله د ځينو پوهانو نظريات
دډرامې پيدايښت
لومړۍ پښتو ډرامې
دويم څپرکى
دډرامې ډولونه
ډرام
تراژيدي
کوميډي
ميلوډرامه
انترکت
راډيويې ډرامه
سټيج ډرامه
دريم څپرکى
دپيښور راډيو سټيشن نه نشر شوې ډرامې
دپيښور سټيج شوې ډرامې
دپيښور دټې وي سټيشن نه نشر شوې ډرامې
څلورم څپرکى
دکونډې نجلۍ ډرامه
نتيجه
ماخذونه
لومړى څپرکى
دډرامې پيدايښت
دهنراوادبياتو په تاريح کې دډرامې په هکله اودډرامې دپيدايښت په
هکله ډول ډول نظريات موجوددي .خوداخبره ل تراوسه سپينه او څرګنده
نه ده اونه چاپه بشپړه توګه لوڅه کړې چې دهرچا لپاره دمنلووړوي .
چې ډرامه دبشر په تاريخ کې څه وخت اوچيرته رامنځ ته شوې ده ؟
خورازرازنظريات شته چې ځينې نظريات په ځانګړي توګه يوه
ټاکلې زمانه په ګوته کوي ،ليکن له ځينو نظرياتو نه دانشي جوتيداى چې
بيخي او بلکل دې داسې وي .دساري په تو ګه يوه ډله پوهان وايي :
کله چې ځينې فلمونه ليدل کيږي اوبيا په هغو کې ځينې مذهبي
نڅاوې ګورو سړى فکرکوي چې لومړى ډرامه به البته په همدې بڼه
موجوده وه که څه هم دا فلمونه د ځينې لرعون پيژندونکو لخوا دځينو نښو
نښانو له مخې انځورګرۍ دهنر په برکت جوړ اوممتاز شوى دى ).د دوران
طليي تياتر( کتاب ليکوالن هم ددې نظريې ملتړ کوي .چې) کنث مک
ګوين () او رويليام ملنتز( نوميږي.
بياهم ديوې ريښتينې ډرامې نوم نشو ورکولى خو ځيني ځانګړي ډراماتيک
خرکتونه چې دهغه وخت په انځور ګرۍ کې شته ليدل ى شو.
دځينو نښو نښانوله مخې داسې هم څرګنده شوې ده چې
دميلدنه سوونه سوونه کاله د مخه داتن په ښارکې ډرامه وه چې ديو
پرمختللې ډرامې او تياتر شته والى ښايي ،نو پوښننه پيداکيږي چې ولې
داسې اسناد په واک کې نشته تر څو په يقيني ډول سره دانظريه دهر چاله
ليکن دميلدنه تقريبا پنځه سوه کاله پخواچې پاره دمنلو وړشي.
7 ترتيب کوونکى:
جاويد ))بهار((
دپښتو ډرامې پيدايښت او پرمختيا
له بده مرغه هيڅ يوه ليکوال هغه وخت داتکليف په ځان نه دى
منلى اوياورته متوجې شوى نه دى چې دهغه وخت ډرامه ،دډرامې
هنريت دډرامې څرنګوالى ،دډرامې بڼه او ځانګړتيا څه ډول وه ؟ وليکي .
په خواشينۍ سره چې څه نه دي ليکل شوي ترڅو دهغه وخت په هنري
ځانگړنه او ټولنيزو شرايطو څوک پوه شوي واى -داځکه چې ډرامه هم
دنورو هنري ژانرو په څيريوداسې هنردى چې يوټاکلى زمان په ګوته
کوي.
د ))فيورټي((خبره هغومره چې معاصراو سني ليکوالنو
اوهنرمندانودژوند له هر اړخيزو ځانګړتياوڅخه خبريو دلر غونو ليکوالنو
دژوند دحالتوپه باب بشپړ معلومات نه لرو.
ريښتيا که چېرې موږ د ځينو ليکوالنو چې نړيوال او جهاني شهرت هم
لري د زيږيدو يا مړينې نيټه په سمه توګه تر لسه کړو -ځينې وخت د ځنيو
9 ترتيب کوونکى:
جاويد ))بهار((
دپښتو ډرامې پيدايښت او پرمختيا
وي !.؟ خو بيا هم همغه خواشينونکى خبره چې ليکى اسناد د ډرامې د هنر
په هکله په مصر کې هم موجود نه دي .
ځنې پوهان او لرغون پيژندونکي له دې نه هم وړاندې ګوري او په دې
نظر دي چې ښايې د ډرامې تاريخ او نېټه له دې نه هم وړاندې وي او
دومره وړاندې چې کله انسانانو معاشرتي او ټولنيز ژوند پېل کړ او په هغه
وخت کې د خپل محيط او چاپيريال په بنا سره ابتدائى او لومړنۍ لوبې او
مستي اجرا کولې نو په دغه وخت کې به د دوۍ لومړنيو لوبو کله کله
ډراماتيکه بڼه او شکل غوره کاوه .
خبره په ټولنيز او اجتماعى ژوند راياده شوه او ريښتيا ده چې د
ټولنيز ژوند هستي ډيره پراخه ده او په دغه پراخ ډګر او ميدان کې هر څه
شته کېږي ،د مادي فرهنګ ته سر بيره معنوي فرهنګ هم غوړيږي ،ادب
او هنر هم غوړيږي دا ځکه چې هنر د ټولنيز او اجتماعي شعور شتمني
جوړوي او د ډرامې هنر هم د ټولنيز او اجتماعي ژوند د بېل بېلو اړخونو
هغه هندرا ده چې دژوندانه دحالتو ژوندي تصويرونه په کې ليد لى شو.
انسانانو د خپل ټولنيز پيدايښت له مخې مخکې له هغې چې په خبرو
پېل وکړي او خپلې ګډې سونزې او مشکلت د خبرو له لرې حل کړي .او
يا دخپل محيط او چاپيريا ل او زمانې د حال تو څخه خبر تيا ترلسه کړي ،
يادا چې ځان او جهان وپيژني .نو د تمثيل په بڼه به يې له بدن د غړو
دحرکاتو په واسـطه خپل مطلب بياناوه ...تر هغې چې غږن غړويې وده
او تکامل وکړ.
اوس هم د کوچنيوالي په زمانه کې د همدغو حرکاتو په استفاده
کوچنيان د بدن د غړو له مخې خپل مطلب څرګندوي -نو ځکه موحقيقين
او څيړونکي په دې ټينګار کوي چې د تمثيل هنر انسان ته تر بل هر هنر
څخه ډير نږدې دى.
ددې ټولو خبرو سره سره د نظر خاوندان دې نتيجې ته رسيدلي او
هغه اسناد او مدارک چې په لس کې دي دا ښايي چې په واقعي ،بشپړه
او سمه بڼه ) شکل ( ډرامه د ميلد نه پنځه پيړۍ د مخه په يونان کې رامينځ
ته شوې ده .او بيا يې پر مختيا او پراختيا موندلې ده.
له دې وروسته ډرامه د نړيوال او جهاني شهرت له مخې يونان په
خاوره کې منخصره نه پاتي کيږي بلکي په نورو هيوادونو هم اغيزه او تاثير
کوي لکه روم ،اسپانيا ،انګلستان ،فرانسه اوهمداراز دهندوچين سنتي
ډرامې هم له همدې بابته متاثرې شوې دي .
دهندوستان د هنر اوادبياتوپه تاريخ کې تقريبا ا دوزره کاله وړاندې
دډرامې هنر ډيره ترقي اوپرمختګ کړې وو اودمذهب په خپرولو کې يې
لويه ونډه اخيستې ده .اوهم له دې ځايه دډرامې هنر اندونيشيا چين
اوجاپان ته ورسيد .چي بيا دغه هنر ډيره پراختيا ومونده .
ويل کيږي چې دنړۍ دټولونه لومړې کتاب دډرامې دهنر په هکله
سنسګريت ليکل شوې دى .د)) بهرت مني (( ناتيه شاستو دډرامايي ادب
لومړې خځيم او مستند کتاب ګڼلې شو.
په سنسګريت ډراموکې سندروته هم ځاى ورکړشوى وو اود
سنسګريت بهترينه شا عري په ډراما يې ادب کې موندلى شو-
دسنسګريت ښه ډرامه ليکونکي )اشوکهوس () بهاس ()سومل ()شودرک
()کاليداس ()دهرش ()دبهوبهوتي (اودوشواکهاوت (دي .
کاليداس هغه څوک دى چې دنړۍ اوجهان دنورو ليکوالواوهنر
پوهانو په څيرنړيوال شهرت لري .چي د)) شکتل ((ډرامه يې له ډيرې
ستاينې وړده .
اريايانوهم په ويدي اويستايي عصر کې ځنې داسې لوبې دودونه
،عنغنوي اوفلکلوريک حرکات درلودل چې دتمثيل هنر ښيګڼې په کې له
ورايه ترسترګو کيدې دسوما او فوما دراټولولودود داپه ګوته کوي چې
12 ترتيب کوونکى:
جاويد ))بهار((
دپښتو ډرامې پيدايښت او پرمختيا
دتمثيل هنر په ار يايې ټاټوبي کې له ډيرى پخوانه دود وو .....ويدي سره
رودونه اوپه اويستاکې دارباب النواعولمانځنه دبيلګې په توګه يادولې شو-
لومړۍ پښتوډرامې
دپښتنو سيمو اوسيدونکي پښتانه به دکارغريبۍ له پاره خصوصآ
دژمي په موسم کې هندوستان ته تلل .څوک به دلنډسفرنه وروسته بيرته
هيوادته راستانه شول اچاخوبه مياشتې څه چې کلونه کلونه تيرول .
دناويشلي هنداولوى افعانستان ترمنځ خو هغسې هم هراړخيزه
مناسبات ) فرهنګي ،اواقتصادي اواجتماعي ( تاريخ په اوږدوکې موجودوو
ګډ تاريخي افتخارات يې لرل اوګډې فرهنګي ا ړيکي .
پښتنو مشرانو :لوديانو،سوريانواوروسته ابدالي مشر احمدشاه بابا
په لوى هند باندې واکمني چلولې .په ځانګړي ډول سوري مشرانو
دهنددفرهنګ له پاره دومره خدمتونه کړي چې سارې يې په تاريخ کې
لږليدل کيږي .
ددغوتاريخي اړيکوپه لړکې ووچې دلوى هنداوسيدونکي دلوى
افعانستان له اوسيدونکوسره پردي نه وو .هغه وو چې افعانان به هند ته
تلل اوراتلل .نوځکه ددواړوهيوادواجتماعي مناسباتو ددواړوهيوادونو په
اوسيدونکو باندې اغيزې کړې دي.
په لره پښتونخواه کې ترډيره وخته پورې اوردو ډرامې چليدلې په
همدې اړوند ډيروکمپنيو په دغه هنري فغاليت لس پورې کړ .چې دچاخبره
په مياشت کې په لسګونې ډرامې ددغه کمپنيو له خوا خپريدې .
له دې نه دانتيجه راووته چې دپښتنو په ځينوسيموکې ډير پياوړي
اوتکړه ليکوالن اداکاران اولوبغاړي لکه :
استاد عبدالکريم ،عبدالرحمن ،حيات خان ،اکبرخان ،قمر سرحدي ،
اوځنې نور ...دهنر غوړيدلي ميدان اوډګرته يودبل پسې راووتل .
دويم څپرکى
دډرامې ډولونه
-١ډرام :دډرام مفهوم ډير پراخه دى .په هغه کې تهذ يب ،تمدن او
په ټولنې پوري مربوط د ژوند ډول ډول مسايل وړ اندې کيږي .يو
1
وړاندې کوي . غوره ډرامه ليکونکى په ډرام کې افاقي تاثير
-٢.تراژيدي -:دډراماتيکو فورمو په ډله کې تراژيدي هغه ادبې فورم
دى چې د نړۍ په ادبي ډګر کې اوږود لرغونىتاريخ لري .کله به چې
يونانيانو د اخترونو په ورځو کې د خپل رب النوعه د يونيس ،ستاينه او
لمانځنه کوله نو د نڅا او سندرو په وسيله به يې دغه دود سرته رساوه
چې په نتيجه کې د تراژيدۍ اساس او بنسټ همدغه وخت کيښود شو
.او د ميلد نه پنځه پيړۍ وړاندې يې خورا وده او پراختيا ومونده .د يونس
په وياړ به جشنونه ښول کيده يونانيانو به يو ورغومى د هغه حضورته د
نذرانى په توګه د نڅا او سندرو په بدرګه وړاندې کاوه .
تراژيدي له دوو توکو )ورغومي _ trayosاو سندره _ (deڅخه جوړه
وه چې بشپړه لغوي مانا يې )دورغومي سندره (ده دغه سندرې د
محتوا له مخې په دوومتضادو ډولونو ويشل شوې دي .يواځى هغه
سندرې دي چې )د يونيس کړاونه ،سرګردانۍ او مړينه په کې ستايل
کيده چې په پاى کې يې د تراژيدى ،تا داو اوبنسټ ئې کيښود .
بل ډول هغه سندرې دي چې )يو نيس (بيا راژوندى کيدل او په
کړاوونو او نا خو الو يې برى په کې ښودل شوى دي چې همدغه
رازسندرې د کوميډۍ ،تربيه ،مفحکه ،ادبى فورم د رامنځته کيدو سبب
شو .د ميلد نه مخکې پنځمې پيړۍ کې تراژيدۍدومره وده او پراختيا
وکړه چې داسخيل ،سوفوکليز او يورو فيد غوندې تراژيدي ليکو نکى په
يوناني ټولنه کې راپيدا شول
.وروسته لرغونى روم ددغه ادبي فورمې د لودى د پاره ډير وړ
هيواد شو او بيا د نړۍ نورو هيوادونو په ادبياتو کې په پريمانه توګه رواج
او خپور شو خو ورو رو يې خپل پخوانى مفهوم له لسه ورکړ ،اوس د
سحنې او ستيج په انګړ کې قدم ايښى او د يوه هنري ژانر په توګه ئې
عام مفهوم ګټلى دي .
په تراژيدۍ کې يوې انساني سپيڅلې هيلې او موخې ته درسيدلو
په لره کې کړاوونه او ناخوالې ګالل ،عظمت او لويي ،لکه او اداده او
هوډ داتلنو په تيره بيا د مثبت هيرو په کردار کې تبليغ ،تلقين او ښودل
کيږى .تراژيدي د خپل عمر په اوږدوکې لوړ او ځوړ کتلى دي دو ړاندې
بشري ټولنې د تحول او بدلون سره سم يې بيله او جوله او کيفيت
غوره کړۍ دي په لويديځ کې د رنسانس د دورې د پيل سره جوخت په
ادبياتو کې تراژيدى ځان راڅرګند او دلويديځ د بيل بيلو ژبو په ادبياتو کې
د اړونده ټولنيز و شرايطو له مخې د جل کيفيت درلودونکې وه .د هرې
ټولنې د اړونده ليکوالو د ټاکلو ايډياوهنداره ده
.د مثال په توګه په اسپانيا کې لوپى ديويکه ))((١٦٣٥-١٥٦٢او
کلريرون د )١٦٨١-١٦٠٠م(په انګلستان کې د شکسپير ،په فرانسه کې
د )کورنيل (او د)راسين (په جرمني کې د ګويته ،او د شيلر ،او روسيه
په پښتو ژبه کې هم لومړى ډرامې په کلي کور کې په يوه ستيج ډوله
ځاى يعنې وستلونو ،ميله ځايونو او نورو ځايونو کې ښودل کيدې چې د
خلکو ګڼه ګوڼه به زياته وه .
همداسې د سټيج او فلم ډرامه د تخنيکي ټولو اړخونو په پام کې نيولو
سره لوبغاړو او اکټورانو بايد ځان اوله ځانه پرته له سره چې مخامخ دي
وپيژني او يوه ګډه متناسبه اړيکه ورسره ولري .
که څه هم د ډرامونو دماهيت له مخې سټيج کله کله بدليږي تل په يو
ډول نه پاتې کيږي .ځنې ډرامې د يو سټيج له پاره او ځنې بيا د بل سټيج له
پاره مناسبې دي .ځنې سټيجونه دايمي او ځنې بيا د نمايش ښودلو نه
وروسته ړنګيږي او له منځه ځې .
ځنې کسان بيا په دي عقيده دي چې ډرامه د سټيج په مخ د طبيعت د
نقالې يو داسي هنر دى چې د کارکونکو او هنر مندانو په زريعه د ژوند غير
معمولي او غير متوقع حالت په عمل کې دارادې قوت مظاهر ننداره
کوونکو ته مخاخ وړاندې کوي ،او په ټاکلي وخت او محصوص طرز سره
ښودل کيږي .
په ډرامه کې سټيج بنيادي او بنسټيز حيثيت لرې .د سټيج څخه پرته
يوه ډرامه هم نه شې وړاندي کيداى .ډرامه ليکونکى چې ډرامه ليکې بايد
د سټيج ضرورتو نه مراعات کړي .د سټيج ضرورتونه او غوښتنې د نظره
اچولو په صورت کې ښه ډرامه نه شي ليکل کيداى که څه هم سټيج په
اصل کې ډرامې برخه نه وي .خو د ډرامې په وړاندې کولو کې د ضروري
عنصر حيثيت لري .
1
خو ډيري ډرامې د موسيقى څخه پرته د سټيج پر مخ ښودل کيږي:
دريم څپرکى
د پيښور راډيو سټيشن نه نشرشوې ډرامې
مشهورې ډرامې او د هغو ليکوال .
د ١٩٣٥نه جون ١٩٩٥ع پورې
ډرامې ليکوال
بې روزګاره ،شکست وفتح : اجمل خټک
،انتقام ترجمه
خندانه ببو : احسان دانش
زما کلى،لوبينه،نکريزى،د : احمد امين امين
ژوندبيړۍ
ثبوت ارباب رشيد احمد :
بريښنا،بيداري،کم بخت : ارباب عبدالودود
يادتيريادونه
خپل نصيب ارباب عبدالوکيل :
دوينو جام ١٩٣٥)،ع( اسلم خټک :
چنغله،کور اشرف حسين احمد :
28 ترتيب کوونکى:
جاويد ))بهار((
دپښتو ډرامې پيدايښت او پرمختيا
1
دواده جوړه سيد سردار بادشاه :
ارمان،علج،وينه ،سترګې ... سيداناز جاويد :
هر خوا سپرلى سپرلى ،نوى ژوند سيدشهزاد :
امان په کاردى ،درونه ،قسم،قرباني شاه افضل خان :
جايداد ،سزا ،بټيرباز : شاه نظرخان
سهر ماښام شرف الدين مخلص :
سترګې دې کړې تورې شير محمد کامران :
ارمانونه ،شهابالدين غوري طاهر بخاري :
،شاعر...
وړوکى اختر عبدالخالق خليق :
جال ،داو،اواز : عاشق حسين
خونړى کنډو ،دنيا،دزوى قاتل... عبدالله جان اسير :
نيم حکيم عبدالرحمن شباب :
پښتون شاعر ،بانډيڅي نايي عبدالکريم مظلوم :
،وکيل...
په داسې ليونتوب کې )ترجمه(... عبدالطيف وهى :
اګى وال عرفان الله عرفان :
تيروتى عبدالرحمان :
په ځان غلط)ترجمه( فقير محمد :
بارانونه فضل على فضل :
فيصله ،چل فريد الله :
جالوان ،تورګلب د ماخوذ،د کور کار : قلندر مومند
شاړه ځمکه)ترجمه(ناوزګار ګل محمد بيتاب :
اوم تار ،د کاغذ ګلونه ،فيصله ،پيغور ،خزان او محمد اعظم اعظم
درې برخې ،ورکې لرې لس ګلونه ،لوپټه
برخې ،درشل دوه برخې...
ارمانونه ،اوښکې ،لمبې ،ماته شپيلۍ ،تنده دولس محمد همايون هما
برخې ،فاصلې څلور برخې..
ازميښت ،فيصله ،پلوشې ،اخرۍ توبه ،شپول نثار محمد خان
ديارلس برخې ،د خزان نه پس...
خپل پردى )ترجمه( هدايت الله خان
تندر ،نوکري ،شپول ،ورکې لرې،د لوګر غرونه ،ګل يونس قياسي
اندامه ،انګار ديارلس برخې...
پښيمانه ،سلګۍ ،دا ګناه ده ،تماشه ،شور ديارلس نورلبشر نويد
برخې ،ميدان ديارلس برخې ،پور ،څلور برخې،
بريښنا څوارلس برخې او څانګه...
نوى تاج محل،ادم خان او درخانۍ ،مشالونه، ولي محمد خليل
اوښکې دوه بر خې ،جرم او سزا شپږ برخې...
هوايي محل ،زرڅانګه ،تشه جولۍ ،نوى منزل محمد افضل رضا
دولس برخې ،احساس ديارلس برخې ،اولد څلور
برخې ،دنګې څوکې ديارلس برخې ،انتظار
څوارلس برخې...
څلورم څپرکى
د ډرامې يوه نمونه
کونډه نجلۍ
دا قيصه ديوې کونډې جنى ده او د هغې بيوزلې د ژوند نقشه تصوير
وي د دې قصې مطلب دانه دى چې د هوجرې وخت پرې ښه تيرشي بلکه
دلته دقام يو لوى ظالم ته د قام فکر کول غواړم.
رښتيا خبره خوداده د پښتنو ښځه چې کونډه شې نو سخر او
خواښې ته يې محض ډوډۍ وروکول ل ګران ايسي نو که مونږ ددې ژوندې
بنېي ادم د برباديدو سببونه ولټوو نو راته څرګنديږي چې اصل ا ده ديوال
رده ورانه ده ځکه ديوال کوږ دى.
42 ترتيب کوونکى:
جاويد ))بهار((
دپښتو ډرامې پيدايښت او پرمختيا
د خونې په ګوټ کې څملسته )-ورا (ولړه ،ډولۍ راغله ،مخال اوبول تير
شو خو مرغۍ پرې خبره نشوه نه يې چاتپوس وکړ ،چا ياده هم نه کړه
،کونډه بدبخته دچا په ياده وي .
غوټه نيمه شپه شوه مرغۍ د ))اديزو(( پر سړک باندې روانه ده
،تياره دومره ډيره ده چې دلس ګوتې نه معلوميږي ،خو مرغۍ نه دمارنه
ويريږي او نه هم دغل يا بل ځناورنه د سيند غاړې ته ورسيده ،پښه يې
ونيوله بيا دسړک نه په ډډه لړه او لرې ديوه کمره په سرکښيناستله په
ټکري يې مخ پټ کړ او دزړه له اخلصه يې وژړل وروسته يې په زړه کې
دا ډول ګيلې له خداى نه شروع کړې :
اى زمالويه خدايه ؟زما دبدنصيبې ،خواوس دمور په غيږ کې هم ځاى
نشته او زه سپيره بلل کيږم او بې برخې خسرګنى کره مې بيګانه خلک
وه -دهغونه خو ګيله نشته مګر زه خو نن په خپل کور کې هم بد پاله او
سپيره وبلل شوم.افسوس خدايه ؟چې ښځې دې ولې پيدا کولې خدايه ؟
تا خو داسې نه دې ويلي او نه ستا رسول داسې ويلى دي داپښتانه خو
ځانونه مسلمانان بولي دوى ولې داسې کوي ؟دوى خو داذن سره سم
جماعت له هم ورځي –لمونځونه هم کوي ږيرې يې شته د دې ډول
عبادتونو سره پدې ظلم کولو هم مسلمانان بلل کيږي دوى وايې چې مونږ
کې لوى ،لوى بزرګان او عالمان هم شته مګر دلور او خور سره چې کوم
کارونه کوي هغه خو په کفاروکې هم نه شته لور چې پيدا شي بده او
سپيره وي چې واده شې بيا سپيره کيږي ،چې مړه شي هم سپيره وي
خدايه ؟ ته په اخرت کې دوى ته جنت هم ورکوي ؟
يا په دنياکې ښه ورځ هم پرې راولې مونږ خو هم ستا پيدا يو اود
بنيادم ))بنى ادم ((د ذاته يو مونږ سره دا دومره ناروا ولې کيږي –زه خو
په دې خبره پوه نشوم ستا په دې دومره لويه دنيا کې خو ما دسر سيورى
پيدا نه کړ ،کوم کورکې چې ما سترګې غړولې وې او وړه پکې لويه شوې
49 ترتيب کوونکى:
جاويد ))بهار((
دپښتو ډرامې پيدايښت او پرمختيا
وم هغه هم نن زما دپاره دوزخ شو -،دوى زما دوه کاله کونتون ته ونه کتل
او نه يې دا زړه ته تيرشو چې د دې حال څرنګه و او دى -،نو ځکه تاته التجا
کوم چې ماله مرګ راکړى ځکه زما مرګ لويه پرده ده .
که څه هم وايم شرم دى –که څه اورم هغه شرم ،زما ناسته او
ولړه ،خوراک او څښاک ټول ،شرم شول نو زه غواړم چې دا دشرم بوج
له مانه واخلې او پټه شم )سلګۍ بياسلګۍ (اى سينده ؟ ته لويه پرده يې
،ستا لوى زړه دى بني ادم چې دچا دلوى زړه صفت کوي نو وايې.
)) ستا زړه لکه درياب دومره دى ((ته ددې خپل لوى زړه روي ومنه
،ماته په خپله لويه غيږکې ځاى راکړه ،ما په خپله لويه غيږکې ونيسه .زما
دپاره پرده شه دخداى په دې دومره لويه ځمکه کې زما دپاره زما دارام
ځاى نشته تاته ننواتې راغلې يم .
هسې نه چې ته هم زما دخواښې او سخر په شان ماورټې مامه رټه
؟زه دمسلمانانو پښتنو دلسه په توره شپه تاله ننواتې راغلې يم دوى
خواخوږي نلري دوى درحم زړونه ،نه لري دوى دظلم نه هم دومره خوند
اخلي لکه درحم نه چې يې زړه سواندي انسانان اخلي نو ته زما ننواتې
ومنه !
دې نه پس د غړمب يو اواز شو دسيند زړه ،دمرغۍ په زاريو نرم
شو -زه نه ستا مور يم – نه هم يو انسان زه تاته په غيږ کې ځاى درکوم
ښه راغلې :؟؟ ښه ؟؟
نتيجه
د مونوګراف ليکنې اهميت او ارزښت دادى چې يو محصل د پوهنځي
د څلورو کلونو د زده کړې څخه دې ته چمتو شي چې په يوې موضوع
باندې ليکنه وکړي او يا په يوه موضوع کې مواد راټول کړي .د تحقيق او
څيړنې له پاره يې وړاندي کړي او بله مهمه خبره داهم ده چې محصل د
ليکوالۍ په لره کې وروزل شي .
څو په راتلونکي کې د کار په عملي ميدان کې تجربه لس ته راوړي او
وړتيا وښايي نو زما د دې ليکنې موضوع وه )د ډرامې پيدايښت او پرمختيا
(يعنې چې ډرامه له کومه ځايه تر کومه ځايه ورسيده نو ما تر خپلى وسې
پورې تحقيق او کوښښ وکړ تر څو دغه معلومات مې راغونډ او ستاسو
مخې ته مې کيښود.که کومه تېروتنه ولري نو زياته بخښنه غواړم په اخره
کې بيا هم له درانه استادډاکتر پوهاند زيورالدين ))زيور (( صاحب نه ډيره
مننه چې ماسره يې د مونوګراف په ليکنه او سموونه کې مرسته وکړه .
په درنښت
ومن الله التوفيق
جاويد )) بهار ((
ماخذونه :
دخپريدو ځاى داثر نوم دليکوال نوم ګڼه :دنامه لنډيز
دخپريدوکال
ننګرهار پوهنتون ادبي څيړنې محمد صديق -1روهي
١٣٦٠هـ
ماسټر پريس پيښور ډرامه افضل -2رضا
١٩٩٥ع
51 ترتيب کوونکى:
جاويد ))بهار((
دپښتو ډرامې پيدايښت او پرمختيا