Professional Documents
Culture Documents
com
نن مي په تاند ویبپاڼه کي دپښتو ټولني او باړه گلۍ سیمینار فیصلې ولوستلې چي د ښاغلي ستانه میر زهیر له خوا خپرې
سوي وې او په ترڅ کي ئې ورسره لیکلي ول چي " دغه لیکنه دنجیب منلي له فېسبوکه رااخیستل شوې ده" .پر څنگ ئې
داسي سپارښتنه کړې ده چي دا فیصلې " ویې لولئ او له خپلو ملگرو سره یې شییر کړئ".... .
څرنگه چي هره فیصله او تړون یو امانت دئ او په هغه کي الس وهل او پخپل زعم تفسیرول او تعبیرول له امانت سره بېباکي
ده .له دې اسیته زه مجبور سوم هغه معلومات چي زما سره په دې باب سته ،د یوه ملي امانت په توگه له خپلو پښتنو وروڼو
سره شریک کاندم .زه به هره فیصله په جال جال لیکنه کي در وپېژنم او که مي خپلي خبري او تبصره درلوده ،هغه به بیا بېله
درته وړاندي کړم.
دپښتو ټولني دغه فیصلې دارواښاد استاد الفت (رح)په (لیکوالي) نومي کتاب کي هم راغلي دي ،خو هورې ئې هم داصل
فیصلې او د تفسیر و تعبیر برخه سره بېله سوې نه ده.
لومړۍ فیصله لکه ښاغلي ستانه میر زهیر چي هم په یو څه اختصار سره لیکلي دي ،د ۱۲۳۱هـ ش کال دجوزاپر شلمه
دچارشنبې په ورځ دپښتنوټولني په سالون کي دافغانستان د ۳۲تنو لیکوالو او پوهانو په گډون جوړه سوه .دفیصلې متن په
پښتو اوفارسي لیکل سوی دئ او فارسي متن ئې کټ مټ دهماغه کال په کابل مجله کي افسیټ چاپ سوی دئ .زما سره
دهغو ټولو فیصلو اصل سته چي دعالمه رشاد(رح) په کتابتون کي خوندي دي او ماته ئې فوتوکاپۍ را لېږل سوي وې .که د
درنو لوستونکو مینه ورسره وي ،زه ئې سکېن سوي کاپۍ په ویبپاڼو کي کټ مټ ایښووالی سم.
دفیصلې ټول مواد ( )۳۱دي .په لیکوالي ــ ۹مخ کي ئې هم ( )۳۱موارد لیکلي دي خو چي خبره مثالو ته رسیږي ،هورې ئې
شمېر ځني زیات سوی دئ .ښاغلي محمد حسن کاکړ هم په ۱۲۲۱ش کال په کابل مجله کي ددغي فیصلې مادې ( )۳۱بللي
دي.ښاغلي ستانه میر زهیر چي ( )۲۱بللي دي ،المل ئې دادئ چي دوی او دلیکوالي کتاب ارواښاد لیکونکي ځني مادې پر
څو برخو وېشلي دي او له دې اسیته ئې د مادو شمېر ۲۱ته لوړ کړی دئ .بله خبره داده چي دفیصلو مواد الندي باندي سوي دي
او په ځینو برخو کي زیاتوني ال هم لري .زه به دښاغلي ستانه میرزهیر په لیکنه کي هر مورد ددوی دلیکني پر ترتیب راوړم او
وبه ئې څېړم.په قوسونو کي په سره رنگ راغلي مطالب زما زیاتونه او تبصره ده.
www.hotakonline.com 1
www.hotakonline.com
شی ــ سی ....................شی (دا دنهمي مادې برخه ده .دلته دجال مادې په شکل راوړه سوې ده).
ټول خلق ..ــ ...ټوله خلق ................ټول خلق (دادفیصلې لومړۍ ماده ده .خوپه اصل فیصله کي (ټول هلکان) او (ټوله هلکان) هم
راغلي دي او دغه راز وایي چي " جمع مونث مثل ( ټولی طیاری) نباید (ټوله طیاری) بنویسد" .دغه برخه ئې نه پوهېږم چي
ولي ځني ایستلې ده؟ په لیکوالي ( ۱۱مخ) کي ئې د(طیاری) پر ځای (خبری) راوړي دي).
لږه ډوډۍ ــ لږ اوبه ..............لږه ډوډۍ ــ لږې اوبه (دادفیصلې لسمه ماده ده .هورې ئې (ښه خبری) هم ور سره راوړي دي چي باید
(ښې خبرې) ولیکل سي .دستانه میر زهیر صاحب په لیست کي ئې (ښې خبرې ــ ښه خبرې) بېله ماده راوړې ده).
که راغلی وای .که راغلی وی .....که راغلی وای (دادفیصلې پنځمه ماده ده خو هورې ئې یوازي ( وای) راوړی دئ او زیاته کړې
ئې ده چي" درجائیکه برای تمنا استعمال می شود ،باید باالف نوشته شود" .د (که راغلی وای) مثال ئې په فیصله کي نه دئ
لیکلی او دا دفیصلې تشریح ده چي ناسمه نه ده ،خو دفیصلې په متن کي نسته) .
غږ ــ ژغ ــ غګ ــ غاګ ................غږ ــ ژغ (دادفیصلې ۱۳مه ماده ده .خو هلته بیخي بل راز لیکل سوې ده .هورې ئې لیکلي دي "
(غږ) و (ږغ) که در تحریر ونگارش بدو صورت دیده می شود هر دو صورت آن درست است" .تاسي وینئ چي هلته نه ( ژغ)
سته ،نه ( غګ ــ غاګ) سته .دغه زیاتونه او السوهنه له بده مرغه په لیکوالي ــ ۱۱مخ کي هم راغلې ده).
لویه ــ لو ..................لویه (دادفیصلې شپږمه ماده ده .هورې ئې ( تو) هم ورسره راوړې ده چي باید (تویه) ولیکل سي .دښاغلي
ستانه میر زهیر او لیکوالي کتاب ــ ۱۱مخ کي دوې مادې ځني جوړي سوي دي).
ځني وایی ــ ځینې وایی .....................ځینې وایی ( دادفیصلې ۱۲مه ماده ده خو هورې ( وایی) ورسره نسته .دا توضیح
دلیکوالي کتاب په ۱۱مخ کي هم راغلې ده او ستانه میر زهیر هم راوړې ده) .
تویه ــ تو ..................تویه (لکه پورته چي وویل سوه ،دادفیصلې دشپږمي مادې یوه برخه ده).
له ده ځنې ــ له ده ځینې ..............له ده ځنې (د ( ځنې) خبره د فیصلې په ۱۲مه ماده کي راغلې ده ( .له ده ځنې ــ له ده ځینې) مثال
دلیکوالي کتاب د لیکونکي زیاتونه ده چي ستانه میر زهیر هم رااخیستې ده .په فیصله کي دا مثال هډو سته نه).
مېړونه ،مړونه ................مېړونه (داد فیصلې اتمه ماده ده).
چلوونکی ــ چلونکی ..................چلوونکی (دادفیصلې ۱۱مه ماده ده خو هورې ئې ( کوونکی) او (ښوونکی) هم ورسره راوړی
دئ .دستانه میر زهیر په لیست او لیکوالي کتاب ــ ۱۱مخ کي ( کوونکی) او (ښوونکی) دجال جال مادو په توگه راوړل سوی
دئ).
ولید ــ ولیدو .....ولید ،ومولید ( .......ولید) په ټولو ماضي گانو کښې (دا دفیصلې اوومه ماده ده .خو هورې ئې داخبره هم پر
زیاته کړې ده چي " در اخیر این صیغه در بعضی مصادر افزودنمودن (هـ) ضروری است مثل ( وتاړه) و امثال آن" .دغه
وروستۍ برخه ستانه میر زهیرصاحب نه ده راوړې او پرځای ئې ( ومولید) مثال له ځانه پر زیات کړی دئ .د لیکوالي کتاب
خو دغه ماده هډو اخیستې نه ده).
ښونکی ــ ښوونکی .........ښوونکی (دادفیصلې د ۱۱مې مادې برخه ده)
ښوونځی ــ ښونځی ........ښوونځی (دادفیصلې د ۱۱مې مادې برخه ده)
کښې ــ کښ ــ کې ،له منځه دغه یوشکل غوره شو ....کښې (ددې مادې پرځای په فیصله کي ۱۲مه ماده راغلې ده خو ستانه میر
زهیر او د لیکوالي کتاب لیکوال له دمادې متن ور اړولی دئ .په اصل فیصله کي ویل سوي دي چي" دراخیر کلمه (کښ) باید
یک (یای مجهول) افزوده شود و اینچنین (کښې) نگاشته شود .د(کې) خبره په فیصله کي هډو سته نه).
www.hotakonline.com 2
www.hotakonline.com
(پری ــ په) په داسې مثالونو کې لکه :احمدسترگی لري مګر الر پرې نه ویني ــ الر په نه ویني ،دلته ،الر پرې نه ویني سم دی
(دا ماده د فیصلې ۱۱مه ماده ده .په عبارت کي ئې الس وهل سوی دئ ،خومطلب ئې همدا دئ).
لڅ ــ لوڅ ...............لوڅ ( .......دامثال دفیصلې داتمي مادې په پای کي راوړه سوی دئ خو مطلب ئې بالکل بل راز دئ .هورې
د(مېړونه) او (مړونه) په بحث کي ( میړونه) سم بلل سوي دي خو وایي چي دلته یوه استثناء سته او هغه (لڅ) دئ چي د (لوڅ)
په نسبت مجلس یوه استثنا وبلله یعني (لڅ) ئې غوره وباله .دفیصلې خپلي جملې داسي دي " کلماتیکه با حرف علت نوشته
می شود مثل ( مېړونه) تسبت به صورت دیگری که بدون حرف علت یعنی ( مړونه) نوشته می شود صورت اول آن مرجح است
باستثنای کلمه (لڅ) که نسبت به کلمه (لوڅ) در مجلس استثناء قرار داده شد" .د (لڅ) او (لوڅ) برخه په لیکوالي کتاب کي هم
اخیستل سوې نه ده).
ویل ــ ویله .............ویل (دادفیصلې ۱۱مه ماده ده خو هورې ئې داخبره هم ورسره کړې ده چي" البته این فقره درسته ( :احمد
سندره ویله) .دغه برخه ئې ددلیکوالي په کتاب او د ستانه میر زهیر صاحب په لیکنه کي نه ده راغلې).
وشو ــ وسو ......وشو (دادفیصلې دنهمي مادې برخه ده).
والړ ــ الړ ................والړ (دادفیصلې ۱۱مه ماده ده).
شوی ــ سوی ..............شوی (دادفیصلې دنهمي مادې برخه ده).
وکړ ــ وکی ..وکه ..............وکړ (دادفیصلې د۱۹مي مادې برخه ده).
وکړئ ــ وکئ ...............وکړئ (دادفیصلې د۱۹مي مادې برخه ده).
زما ــ زمونږ ــ ځما ــ ځمونږ .....................زما ،زمونږ (دا دفیصلې ۳۱مه ماده ده .عبارت ئې اوښتی دئ خو مطلب ئې
همدادئ.دفیصلې خپل عبارت داسي دئ" (زه)(،زما)( ،زمونږ) بابد به (ز) هوّز نوشته شود)".
زه ،ځه ....................زه (دا مثال د یوې بېلي مادې په توگه په فیصله کي نسته خو مطلب ئې په ۳۱مه ماده کي په ضمني توگه
راغلی دئ).
په دې فیصله کي شپاړس کاله وروسته څلور تعدیلونه راغلل چي ستانه میر زهیر صاحب او دلیکوالي کتاب ارواښاد
لیکوال هم اشاره ورته کړې ده ،خو دا تعدیلونه په دریمه غونډه کي نه بلکي په څلرمه غونډه کي راغلي دي چي تر لومړۍ
غونډي شپاړس کاله وروسته ( د ۱۲۲۱ش کال د وږي پر ۲ــ ۱نېټه په کابل کي جوړه سوه.
زه به که دخدای رضا وه ،دنورو فیصلو مقابله هم له خپلو اصلونو سره په بېالبېلو لیکنو کي وړاندي کړم.
له دې لیکني څخه زما دمطلب ټکی دادئ چي دا فیصلې پخپله اصلي بڼه د څېړونکو او لیکوالو تر السه ورسیږي .خو دې
خپل وړاندیز ته یو وار بیا دلوستونکو پام را اړوم چي په فیصلو کي ډېر محدود مثالونه راوړل کېږي او د هغو تعبیر هر څوک
،زما په گډون ،له خپل نظر سره سم کوي .ددې له پاره چي ددې خپلسریو مخه مو نیولې وي،نو الزمه ده چي دپښتو ټول
کلمات ،ویي او لغتونه په یوه قاموس کي سره راغونډ سي او دهغو منل سوی شکل پکښې ثبت سي .دا قاموس به هغه رول
ولوبوي،لکه دانگرېزي ژبي اکسفورډ ډیکشنرۍ چي ددې ژبي د معیاریت په کار کي ستر رول ولوباوه .
www.hotakonline.com 3
www.hotakonline.com
یادونه :ما پخپله لیکنه کي دځان له خوا ور اچول سوې برخه په سره رنگ لیکلې ده او تاند ته مي پي ډي ایف شکل
ورواستاوه .هغوی راته ولیکل چي په پي ډي ایف کي ستونزي لري .دغه سبب دئ چي صرف یو څه برخه ئې په سره رنگ خپره
کړه او نوره لیکنه ټوله په تور رنگ ده .که زیاتوني په سره رنگ خپرې سوي وای ،زما دمطلب ټکي به ئې ډېرښه واضح کړي
وای( .هوتک)
لکه ښاغلي ستانه میر زهیر او دلیکوالي کتاب ارواښاد لیکوال چي لیکلي دي دوهمه غونډه د ۱۲۳۱ش کال د وږي پر اتمه =
۱۹۱۱ع د اگسټ ۲۱مه په کابل کي جوړه سوه .په دې غونډه کي دافغانستان ۱۱تنو لیکوالو او پوهانو او دپېښور اتو تنو
لیکوالو او پوهانو برخه اخیستې وه .ښاغلي زهیر ئې نومونه نه دي راوړي او زه (هوتک)به ئې راوړم.
ن ــ نړ ......................ڼ
زه ،ته ،ده ــ زهء ،تهء ،دهء ( ...................زه ،ته ،ده) بې همزې ټولو دغسي مثالونو ( .په اصل فیصله کي عین مطلب داسي دئ "
د( زه ،دده ،ښه ،ته ) په کلمو کښې د (ه) دپاسه دهمزه لیکلو ته ضرورت نشته )".....
تر دې وروسته په اصل فیصله کي یوه ماده سته چي دښاغلي ستانه میر زهیر په لیکنه او د لیکوالي مولف نه ده راوړې .هغه
داسي ده :
" مجهوله (ې) په منځ کښې به په منځ کښې په دوه الندنیو ټکو او معروفه (ی) به په دوه څنگ په څنگ ټکو لیکلې شي .لکه
هېر ،میل او په آخر کښې اوږده (ۍ) او گرده (ی) چه ټکي الندې باندې وي (ې) دواړه صحیح دي".
اورېدل ،اخیستل ــ اورېدل ،اخیستل ......اورېدل ــ اخیستل ( بې مده) (دادفیصلې څلرمه ماده ده خو په فیصله کي ئې "
اروېدل" لیکلی دئ)
ولید ،وګوره ،اولیده ،اوګورهُ…………………… .ولید ،وګوره ( بې الفه )(.دا دفیصلې نهمه ماده ده)
م -د ،پر ( زیر سره ) ،الندې ،باندې …… .مې ،دې ،پرې ،الندې ،باندې (دا او ورپسې دوې لیکي ټولي دفیصلې پنځمه
ماده ده او اصل عبارت ئې داسي دئ ":د ( مې،دې،ترې،پرې ،الندی ،باندی) او داسی نورو کلموکښې باید د زیر په ځای
www.hotakonline.com 4
www.hotakonline.com
(ې) ولیکل شی دغه شان (بوخت،گوډ،گوته ،لومړی ،کوچنی) او داسی نوری کلمې په (و) صحیح دی" .باید ووایم چي
(الندی ،باندی،داسی ،شی) کلمې ئې په فیصله کي په بې ټکو (ی) کښلي دي او د نورو کلماتو په شان ئې (ې) نه ده لیکلې.
دا کار دکاتب سهوه نه ده ،بلکي شعوري لیکنه ده او مطلب پکښې دا دئ چي د(الندي ،باندي ،داسي ،شي) دلیکلو له پاره
ئې الر خالصه پرې ایښې ده .که ئې څوک په (ې) لیکي که په لنډه (ي).ددریمي کرښي (لمړی ،کچنی) په فیصله کي نسته).
لومړی ،کوچنی ،ګوډ ،ګوته ،بوخت……… ..لومړی ،کوچنی ،ګوډ ،ګوته
لمړی ،کچنی ،بو خت.
چاپ ،ګړۍ – چهاپ ،ګهړۍ……………………… چاپ ،ګړۍ (دادفیصلې شپږمه ماده ده .په فیصله کي ئې عبارت بل
راز دئ خو مطلب ئې همدا دئ)
( ښ )…… اتوری به د (( ش )) او (( خ )) په ځای نه لیکو(دا او ورپسې کرښه دفیصلې اوومه ماده ده او هورې ئې عبارت
داسي دئ " :دپښتو(ښ) (ږ) به په هغو کلمو کښی لیکل کېږی چه په اول کښی (خ،ش) او په دوهم کښی د( گ،ژ) غږونه
موجود وی او که صرف یو آواز ولری هغه به په (خ ،یا گ) لیکلی شی ،لکه :خور،خواهر،سترگه او داسی نور) دغه شان ږیره
او ټول حالیه افعال به په (ږ) لیکل کېږی لکه :پاڅېږی ،غورزېږی او نور) ".
( ږ ) دا توری به د (( ژ )) او ((ګ)) په ځای نه لیکو( دا دفیصلې د اوومي مادې یوه برخه ده.جال ماده نه ده)
(ځ) دا توری به (( تلل )) د مصدر په حال فعل او د غسې نورو افعالو کښې لیکو لکه :ځی ،راځی (دا دفیصلې اتمه ماده ده.
دهغې عبارت بل راز دئ او دلته به ټوله اتمه ماده رانقل کړم ":دتلل دمصدر او دهغه د مرکبو مصدرونو فعل حال په پښتو
(ځ) صحیح دی لکه ( :ځی،راځی ،ورځی ،درځی ،بوځی) او د باقی نورو داسی مصدرونو فعل حال د (هوز) په (ز) لیکل
پکار دی لکه :گرزی ،پرزی ،غورزی ،پرېوزی ،کښېوزی ) او نور هم په دغه (ز) لیکل شی)".
( نهمه ماده دښاغلي ستانه میر زهیر په لیکنه کي نسته .ښایي په هغه ماخذ کي چي دوی دافیصله ځني رااخیستې ده ،هم نه
وي راغلې .زه به ئې دراتلونکي تحقیق له پاره کټ مټ دلته راوړم " :دماضی مطلق او حال امر ټولی صیغی چه په الحاقی (و)
جوړېږی دهغو په سر کښی د(ا) لیکلو ته ضرورت نشته او بې الفه به لیکل کېږی لکه :وکوت ،ولیده ،وغورزېده ،وگوری)".
ژوند ،جوند ،زوند……… .ژوند( په د غسې لغاتو کښې به له (( ژ )) نه کاراخلو ( .دادفیصلې لسمه ماده ده .په اصل فیصله
کي عبارت او مثالونه له پورتنۍ جملې سره توپیر لري خو مطلب ئې همداسي دئ لکه ښاغلي ستانه میرزهیر صاحب چي
رااخیستی دئ .داصلي فیصلې عبارت په دې ډول دئ ":د ( ژوند ،ژمی ،پېژندل ،ژړل ،ژور ) دکلمو لیکل په درې ټکی (ژ)
صحیح دی)".
ځینې -ځنې…………… د بعضې په معنا به ( ځینې ) او د ( از ) په معنا به ( ځنې ) لیکو( .دا دفیصلې یوولسمه ماده ده .
مطلب ئې همدا دئ خو په اصل کي ئې مثالونه په دې ډول ورسره راوړي دي " :لکه :ځیني خلق ،له تاځنی می واخیست").
ویل – وی……… ..ویل ( یوازې په شعر کښې (( وی )) جایزدی ) (دا دفیصلې ۱۳مه ماده ده .هورې ئې ( وې) په اوږده (ې)
لیکلی دئ).
کښې ،کښ……………… .کښې (دا د فیصلې ۱۲مه ماده ده .هورې (کښ) نسته ) .
د ماضي بعید ضمیرونه ( وم ،وو ،وې ،ؤ ،وه ،و ،وې ) یعنې د مفرد غایب لپاره یو ( و ) او د جمع لپاره دوه ( وو ) لیکل
کېږی( .دا د فیصلې ۱۱مه ماده ده .مثالونه او تر (یعني) وروسته حکم ئې دواړه توپیر ورسره لري .اصلي ماده داسي ده " :د
ماضی بعیدی ضمیرونه به په دې وروسته صورت لیکل کېږي ( :وم ،وو ،وې ،وئ ،و ،وو ،وه ،وې) یعني دجمع مذکر
www.hotakonline.com 5
www.hotakonline.com
دپاره یو (و) او دمفرد مؤنث دپاره (وه) صحیح دی ".دلته د ښاغلي ستانه میر زهیر لیکنه معقوله او مستنده ده خو دفیصلې
اصل که څه هم نیمگړتیالري ،باید خوندي وساتو .زما په نظر خو د اصلي فیصلې د " جمع مذکر" پر ځای باید " مفرد مذکر"
راغلی وای) .
د شول د مصدر مشتقات شوم -شوو -شوې – شوی – شول –شوه ولیدل باید داسې ولیکو :ولید -وکوت – وکړ مګر وتاړه،
وواهه باید په اخره کښی (ه ) ولري(.دابرخه په اصل فیصله کي دوې جال جال مادې دي .د(شول) برخه ئې تر (شوه) پوري
دپنځلسمي مادې لنډیز او د (ولیدل) برخه ئې د شپاړسمي مادې خالصه ده .داصلي فیصلې ۱۲مه ماده داسي ده " :د وشول د
مصدر افعال په دې شان راځی ( وشوم ،وشوو ،وشوې ،وشوئ ،وشوو ،وشول ،وشوه ،وشوې) یعنی د جمع متکلم په آخر
کښی دوه واوه ،دمفرد مذکر په اخیر کښی یو (و) او دجمع مذکر غائب په آخر کښی (ل) لیکل صحیح دی مگر په جمع مذکر
کښی چه کوم بل مصدر مبتدا واقع شی په مخفف ډول (وشوو) هم راتالی شی لکه ( :لیدل وشوو) دغه شان په نورو افعالو
کښی هم باید دجمع مذکر غائب صیغی په (ل) ولیکل شی لکه هلکان راغلل او داسی نور .) ".په اصلي فیصله کي شپاړسمه
ماده داسي ده "( :ټولی مطلقی ماضی گانی د مفرد مذکر غایب دپاره په موقوف صورت یعنی بې له ( ه ،ی ،و) څخه راځی
لکه ( ولید ،وکوت ،وکړ ،وغورزېد ،وچلېد) مگر په کومو مصادرو کښی چه موقوف صورت مستعمل نه وی هلته دغه
صیغه په زورکی واله هې راځی لکه :وتاړه ،وواژه ،وواهه ،وشاړه ،وغورزاوه ،وگرزاوه .په دې قسم صیغو کښی الف لیکل
هم ضروری دی").
ښاغلي لوستونکي به متوجه سوي وي چي موږ دمتن په رانقلولو کي ځانونو ته د څومري مداخلې حق ورکوو .ماته دا نه
معلومېږي چي دا تصرف د چا له خوا سوی دئ؟ ښاغلي ستانه میر زهیر راته لیکلي دي چي دوی متن کټ مټ رانقل کړی دئ
او که کومه ټایپي غلطي پکښې وي ،وي به .نو له دې څخه ښکاري چي السوهنه په هغه ماخذ کي پېښه ده چي ستانه میر
زهیرصاحب استفاده ځني کړې ده.دا چي له دې پرېکړو سره موافقه سته ،یا نسته ،هغه بېله خبره ده ،مگر په اصل متن کي
دتصرف حق هیڅوک نه لري .پر دې موادو باندي ۱۹تنو لر او بر پوهانو او لیکوالو السلیکونه کړي دي او موږ پکښې د یوې
کامې قدر یا یوې خاشې په اندازه دالسوهني صالحیت او حق نه لرو.
ددغي فیصلې په وخت کي ال (چه) په همدې ډول لیکل کېدئ .په (ې) یا (ي) ئې نه کیښ.
دښاغلي ستانه میر زهیر په لیکنه کي دریمه فیصله ایستل سوې ده .کومه فیصله چي دوی دریمه گڼلې ده ،هغه څلرمه فیصله
ده چي تر دریمي فیصلې یو کال وروسته په کابل کي تصویب سوې وه.
ددریمي فیصلې غونډه د ۱۲۲۱ش کال په حمل (وري) میاشت کي په پېښور کي جوړه سوې وه .په هغې کي دریو تنو افغاني
پوهانواو ۳۱تنو پېښوري پوهانو برخه اخیستې وه .زه به ددې غونډي فیصله سوي مواد او د غونډي دبرخه والو نومونه له
هغه متن څخه چي ماته پروت دئ،دلته کټ مټ بې له السوهني رانقل کړم .
www.hotakonline.com 6
www.hotakonline.com
د ۱۲۲۱شمسی کال د حمل پر ۱۱مه او ۳۲مه ( ۱۹۲۱ع کال د مارچ ۲۱اپریل )۱۱دپېښور د پښتو اکاډیمی په لیکچر هال
کښی د لری پښتونخوا ( ) ۳۱تنو او دافغانستان د ( )۲تنو لیکوالو ترمنځ مجلس وشو په دې مجلس کښی ( دغه ځای
همداسي تش پاته دی (هوتک) ) مواده په اتفاق سره ومنل شول او د پښتو التین تورو د ځینو اختالفی صورتو مسئله آینده
موافقې ته پرېښووله شوه ددې مجلس مصوبات به د ( دریمې فیصلې) په نامه وړاندي کړو :
ښاغلی عبدالخالق خلیق ،فضل حق شیدا ،قاضی احمد سعید ،ایم ای عبدالشکور ،دوست محمد خان کامل ،اجمل خټک،
میان محمد شاه خیال ،ماسټر عبدالکریم خان ،پروفیسر نوراحمد خان ،پروفیسر ډاکټر منور خان ،رشید علی دهقان ،حکیم
محمد اسلم سنجری ،نصراهلل خان نصر ،الحاج خانمیر هاللی ،عبدالستار کاتب،
داکیډمۍ دطرفه پکښی ډاکټر سید انوارالحق ،پروفیسر محمد اکبرخان ،سیدعظیم شاه خیال ،قاضی هدایت اهلل ،فضل
ودود کاتب ،مولوی محمد اسرائیل ،عبدالرحمن شباب ،میان سناوالدین ،او محمد اسحق صاحب کنډاپور وو.
په دې غونډه کښی په ډېرو مسئلو خبری اتری او په شیبو شیبو بحثونه وشول ،خیال بخاری د وړونبی نه ځینی لیکلی
سواالت راجمع کړی راوړی وو چه دهغو تفصیلی ذکر دلته هیڅ فایده نه لری خو ددې الندی لیکلی شوی خبرو فیصله وشوه :
۱ــ د چاپ د پاره دی خط نسخ وی ،خپل ذاتی خط کتابت او مسودې و غیره دی بې شکه په نستعلیق کښی وی.
۳ــ د پښتو څلور مخصوص توری یعنی ځ ،څ ،ږ ،او ښ دی لکه څنگه چه نن سبا مروج دی همدغه شان دی وی .
۲ــ د پښتو ټ ،ډ او ړ دی هم په پخوانی شکل یعنی په کنډه لیکلی شی او په دې شکل یعنی " ٹ ــ ڈ ــ ڑ " دی نشی لیکلی.
۱ــ د هندی ( هـ) سره مرکب تورو ( لکه بهـ ،پهـ ،تهـ ،ٹھ ،جهـ ،چهـ ،کهـ ،گهـ و غیره )نه دی (هـ) وغورزولی شی ــ ځکه چه دا
توری د پښتو په الف بی تی کښی نشته ــ دهندئی داسی ټکی چه دا توری پکښی راغلی وی بې (هـ) نه دی لیکلی شی ــ لکه :
سیک ،چترۍ ــ پراټه ــ چکړه ــ ګړۍ او داسی نور .
۲ــ د التینی ( رومن ) الف بی تی اهمیت ومنلی شو او د ننۍ زمانې دضروریاتو او تقاضو په خیال دا فیصله وشوه چه یوه وړه
جرگه د پښتو د تورو دپاره په التینی الف بی تی کښی د پښتو مخصوصو( ....تر دې وروسته زما سره موجود متن نیمگړی دئ
او ماته نه معلومیږي چي داځای دهغي فیصلې له امله چي وایي " ...دپښتو التین تورو د ځینو اختالفی صورتو مسئله آینده
موافقې ته پرېښووله شوه "....همداسي کنډو پرېښوول سوی دئ او که زماسره موجودي پاڼي نیمگړي دي؟ په هرصورت دغه
برخه به زه یا کم (کوم) بل څوک وربشپړه کړي .زماسره چي څه موجود ول ،هغه مي تاسي ته وړاندي کړل).
www.hotakonline.com 7
www.hotakonline.com
د اپریل د میاشتی په څورلسم تاریخ د اتوار په ورځ داکیډمی (په اصل کي " اکیډشی" ده چي دکاتب تېروتنه به وي .هوتک)
په کلچر(لکچر)هال کښی د موالنا عبدالقادر په صدارت کښی وشوه ــ دا ځل هم گڼو عالمانو او ادیبانو ته بلنه ورکړی شوې
وه خو دا الندینی کسان په روژه خوله راغلی وو :
ښاغلی عبدالخالق خلیق ،سید راحت زاخیلی ،قاضی احمد سعید ،دوست محمد خان کامل ،سمندرخان سمندر ،اجمل
خټک ،میان محمد یوسف ،موالنا عبدالقدوس ،پروفیسر ډاکټر نوراحمدخان ،رشیدعلی دهقان ،میرمهدی شاه مهدی،
ارباب عبدالغفورخان ،ارباب سکندرخان ،محمدافضل خان بنگښ ،نصراهلل خان نصر ،سید انوارالحق ،پروفیسر محمد
اکبرخان ،سیدعظیم شاه خیال ،قاضی هدایت اهلل ،مولوی فضل ودود خان ،مولوی محمداسرائیل ،عبدالرحمن شباب ،میان
سناؤالدین ،او محمداسحق ــ حصه واخستله.
دجرگې ابتداء دقرآن مجید په تالوت وشوه ــ بیا سیدخیال بخاری د تېری غونډی منظورشوی تجویزونه واورول ،او د روانی
غونډی د تجاویزو په حقله ئې دقاضی احمدسعید نوم پیش کړو ــ چه هغه دی د وړې جرگې د مشر په حیث ددغی جرگې
تجویزونه وړاندی کړی ـ قاضی صاحب چه کوم تجویزونه پیش کړل ــ په هغو کښی په هر یو باندی گرم گرم بحثونه وشول ــ او
دا فیصلې وشوې :
۱ــ :د پښتو الف بې تې کښی دی د عربی هغه توری ( یعنی ث ،ح ،ذ( په اصل کي "د" دئ چي د کاتب تېروتنه ده.
هوتک)،ص ،ض ،ط ،ظ ،ع ،ق ) چه اوس هم رائج دی په خپل ځای وی ــ خو دا توری به تش دعربی په الفاظو کښی
استعمالیږی او د پښتو په الفاظو کښی به نه استعمالیږی.
۳ــ :د ټ ،ډ ،او ړ په کُنډی سره لیکلو باندی یو لنډ بحث بیا گرم شو او د هر خیال د طرفدارو د بحث نه پس پری رائی
واخیستی شوه ــ اکثریت د زوړ دود یعنی په کنډه باندی د لیکلو طرفدار وو.
۲ــ د عربی کوم ټکی چه په پښتو کښی مروج دی ــ هغه دی په خپل اصلی شکل لیکلی کېږی ــ لکه قمیص ــ قصه ــ ظالم ــ صمد
او داسی نور خو یو څو ټکی ددې اصول نه مستثنی وگرزولی شول ــ لکه واخلی ــ تپوس ،ایسار ــ اودس ــ الټین ــ پام ــ تاخ ــ
اریان (په اصل کي " امریان" دئ چي دکاتب تېروتنه ده .هوتک) دریان (یوځائی) شمکور ــ بخمل ــ او وخت او دغسی نور.
۱ــ دپښتو د خپلو ټکو په لیک کښی دی اول صوت (ږغ) ته بیا د ریشی او گرامر ته وکتی شی.
۲ــ "ء" دی د زورکی دپاره استعمالیږی ــ لکه :زړه ــ تله (میزان)
۱ــ د پښتو د مخصوصو تورو د نومونو په حقله دا فیصله وشوه ــ چه د برخوا خلق دی ورته ،زې ــ سی ــ ژی او ښې وائی ــ او د
لرغاړی اوسیدونکی دی زیم ــ سیم ــ گی او خین وائی.
۱ــ د گاف د کشونو یا کنډې په حقله هم فیصله په رای شمارۍ وشوه ،او دکُنډې د لیکلو طرفدار زیات وختل.
۱ــ د حرکتونو په حقله تجویزونه :
www.hotakonline.com 8
www.hotakonline.com
ا ــ زور ،زیر ،او پېښ لکه چه پخوا داسی مستعمل دی همدغسی به مستعمل وی ــ خو که د یو ټکی په آخری توری زور
راغی نو د زور په ځای به هائی مخفی راوړی شی ــ لکه ځکه ،زړه ــ دغه شان که د یو ټکی په آخری توری زیر وی ــ نو دا هم په
(ی) بدلېږی ــ لکه مې ،ترې .
ب ــ الف به هم په دغه شان استعمالیږی لکه چه تر اوسه استعمالیږی .
ج ــ مد (د مد نخښه زه په کمپیوټر کي نه لرم .هوتک) دا حرکت تش د عربی ټکو کښی راځی ــ د پښتو ټکو کښی نشته .
د ــ د واؤ په حقله ښاغلی احمدسعید الندی لیکلی شوی تجویزونه وړاندی کړل
( )۱ګُل ــ کُل ــ دا حرکت دی تش په پیش سره ښودلی شی.
( )۳لور ــ کور (خانه) شور ــ (تش واؤ بې له نخښې نه)
( )۲توره ــ تالو ــ په ماقبل توری دی پېښ ورکړی شی.
( )۱لو ــ یو ــ په ماقبل توری دی زور ورکړی شی .
او د واؤ کم شکلونه چه ښاغلی رښتین وړاندی کړل هغه دادی :
( )۱ګل ــ کُل ( تش په پېښ سره)
( )۳کور ــ زانگو ( د واړ د پاسه یو بل اړولی واؤ چه په عربی کښی د "وُو" آواز ورکوی.
( )۲یو ــ لو ( د واو د پاسه اړولی غړوندی)
فیصله داوشوه چه دواړه شکلونه دی اولس ته وړاندې کړی شی ــ چه په کومو شکلونو اتفاق راغی هغه دی رائج کړی شی .
(ر) زیر کوتاه ــ لکه تجارت ــ صفت ــ رښتین ــ ( دازېرپه پښتوکښی نشته)
(س) د معروفی او مجهولی (ی) گانو په حقله هم اتفاق رانغی خو هغه شکلونه چه قاضی صاحب او رښتین صاحب وړاندې
کړل الندې جداجدا سره دمثالونو راوړلی کېږی
د قاضی صاحب پېش کړی شکلونه :
( )۱ی ــ ویر ــ لیدل ــ ښادی ــ ( عامه غونډه یا معروفه "ی" )
( )۳ی ــ جینی ــ څوکۍ ــ ( د زوړ همزه په ځای په ماقبل توری زور)
( )۲ۓ ــ سړی ــ زمری ــ ( په ماقبل باندې زور)
دلی ــ اری ــ ( خالی اوږده " ی" بې له هیڅ قسمه نخښې)
د دواړو مثال :سړی ــ سړی اوبه چښی .
که دا (ی) د یو ټکی مینځ کښې راشی نو الندې باندې ټکی (نقطې) ورکولی شی لکه هېرېدل ــ تېل ــ پېر (چکر)
دغه یې گانې ښاغلی رشتین په داسې شکل کښې پېش کړې
( )۱سړی ــ زمری ــ ( معروفه (ی) بې له څه نخښی نه)
( )۳سړې (یخې) ــ تختی ( معروفه (ی) چه ټکی (نقطې) الندې باندې لری .
( )۲ویر ــ لیدل ــ ښادی ( معروفه (ی) خو متوازی یا پراته ټکی (نقطې)
( )۱جینۍ ــ څوکۍ ( دهمزه په ځای د (ی) تاو کړې لکۍ)
( فیصله پر همدې ځای پای ته رسېدلې ده چي ما کټ مټ رانقل کړه .د یاگانو په لیکلو کي مي هیڅ ډول السوهنه نه ده کړې.
متن کټ مټ رااخیستل سوی دئ.د قاضی صاحب په پېش کړو شکلونو کي مي د ( )۲نمبر پرته (ی) زما د کمپیوټرله اردو
www.hotakonline.com 9
www.hotakonline.com
پروگرام څخه اخیستې ده خو په اصل فیصله کي دپاسه همزه نه لري .زماپه کمپیوټر کي ما بې همزې پرته (ی) ونه موندله او دا
کار باید یو عذر وگڼل سي ،نه السوهنه .داخبره یو ځل بیا کوم چي په دې لیکنه کي زما مراد دادئ چي دغه فیصلې د محققینو
په واک کي ورکړم .زموږ لویه ستونزه داده چي مشرانو مو ځیني مواد پخپل انحصار کي ساتلي ول او ساتلي دي او د عامه
استفادې له پاره ئې نه وړاندي کول او نه ئې وړاندي کوي .زه غواړم چي دا فیصلې عامه استفادې ته وړاندي کړم .دتحلیل او
تفسیر برخه ئې د هر چا خپل کار دئ .هر څوک پوه سه خپل ئې نظر) .
( لکه په تېره برخه کي چي مي یادونه کړې ده ،دلته یو وار بیا وایم چي د ښاغلي ستانه میر زهیرپه لیکنه کي دا فیصله "
دریمه" بلل سوې ده او اوس ماته څرگنده سو ې ده چي دا دهماغه ماخذ تېروتنه ده چي دوی دا فیصلې ځني رااخیستي دي .زه
ئې دلته دڅلرمي فیصلې په نامه وړاندي کوم او زما سره په موجود اصل کي هم " څلرمه فیصله" بلل سوې ده .زه به که خدای
کول ،ددې بحث تر وروستۍ برخي وروسته دفیصلو اصل متن جنساً هم خپور کړم او خپل نظر به هم ور سره مل کاندم (انشاء
اهلل) .باید دا خبره هم پر زیاته کړم چي په همدغه کال (۱۲۲۱ش) دکابل مجلې پرله پسې نمبر ( ۱۲۱گڼه) د" پښتو لیک دود"
ته وقف سوې وه او دا څلرمه فیصله هم له نورو فیصلو سره یو ځای خپره سوې ده.
زما دلیکني دابرخه به هم دښاغلي ستانه میر زهیر صاحب په راوړل سوي ترتیب سره وڅېړم او له اصل متن سره توپیرونه او
نور وضاحتونه به ئې په سره رنگ خپاره کړم .د موادو اوډنه په دغه ترتیب کي الندي باندي سوې ده .ما مقابله کړه .کومي
مادې چي په اصل کي نسته ،دهغو مخي ته مي وضاحت ورکړی دئ .د ستانه میر زهیر صاحب په لیکنه کي مي ټایپي غلطۍ
هم ورسمي کړي دي .لکه " :بخښنل"" ،ماسپښتن" مي " بخښل ،ماسپښین" کړي دي او داسي نور هم(.هوتک))
www.hotakonline.com 10
www.hotakonline.com
www.hotakonline.com 11
www.hotakonline.com
www.hotakonline.com 12
www.hotakonline.com
لمونځ – نمونځ – مونځ ………… لمونځ (په اصل کي " مونځ" نسته او په ( لمونځ او نموځ) کي دواړه شکلونه منل سوي دي
ــ ۲برخه)
ټوقه – پړق – چقړی ……..چکړې (دا د مجلس ددوهمي غونډي په فیصلو ( اوله ماده) کي راغلی دئ).
نمانځنه ،لمانځنه – مانځنه……… نمانځنه – لمانځنه ( ۲برخه)
زړۀ – زړه…… .زړه (دا دمجلس ددوهمي غونډي ۲نمبر فیصله ده او هورې ئې کښلي دي " د [ زه ،ته ،ده ،ښه ،دده ] په کلمو
کښی د [ه] دپاسه د (ء) یعنی همزه لیکلو ته ضرورت نشته ....دښاغلي ستانه میر زهیر په لیکنه کي له دې هري کلمې څخه جال
جال ماده جوړه سوې ده؟)
پسرلی -سپرلی …………..پسرلی – سپرلی ( ۱برخه)
تۀ – ته ……………………… ته (دا دمجلس ددوهمي غونډي ۲نمبر فیصله ده)
ږغ – غږ – ژغ…………….ږغ – غږ (په اصل کي "ژغ" نسته)
زۀ – زه – ځه….…… ..زه (دا دمجلس ددوهمي غونډي ۲نمبر فیصله ده)
کنځل – ښکنځل …………کنځل – ښکنځل ( ۳برخه)
لوی – لو……… لوی (دا ماده بالکل مسخه سوې او له ځانه جوړه سوې ده په اصل کي دمجلس ددوهمي غونډي دڅلرمي
برخي په (ب) جزء کي راغلي دي چي ( لوی) ته به د (ی) پر لکۍ همزه نه ورکوو او (لوئ) به ئې نه لیکو).
مینځل – وینځل…………مینځل – وینځل ( ۲برخه)
.دوی-دوئ…… دوی (د مجلس ددوهمي غونډي دڅلرمي برخي (ب) جزء)
المده -النده……………… المده -النده ( ۲برخه)
.هغوی – هغوئ……… .هغوی (د مجلس ددوهمي غونډي دڅلرمي برخي (ب) جزء)
جینۍ – نجلۍ – جلۍ – جیلۍ…جینۍ – نجلۍ ( په اصل کي " جلۍ" نسته ـــ ۲برخه)
.لویدیز -لوېدیځ – لوئیدیز ………لوېدیز (د مجلس ددوهمي غونډي دڅلرمي برخي (الف) جزء دئ او هورې " لوېدیځ"
نسته .دلته له ځانه ور اچول سوی دئ).
لمبر – نمبر……… .لمبر ( ۲برخه)
.وویل – اووئیل ………………..وویل (د مجلس ددوهمي غونډي دڅلرمي برخي (الف) جزء)
نولس – نونس………… ..نونس ( ۲برخه ــ خو هورې " نولس" غوره بلل سوی دئ).
.یو ،اینده ،یؤ-ا ئینده ………….یو – اینده (د مجلس ددوهمي غونډي دڅلرمي برخي (الف ــ ج) جزء .خو هورې " آئینده " او
" آینده" لیکل سوي دي یعني په مدلرونکي الف .دستانه میر زهیر په لیکنه کي ئې مد پخپل سرځني غورځولی دئ)
وېره – بېره – ایره ………….وېره ( ۲برخه)
… } ې { ( مجهول یا ) (دا برخه هسي له ځانه جوړه سوې ده .په اصل فیصله کي په خورا زیات تفصیل سره د(ې) د استعمال په
باب خبري سته .هورې ئې د مجهولي یاء په باب لیکلي دي :
دا یاء اوس دلري پښتونخوا( په بره پښتونخوا کي هم ــ هوتک) په لیکنو کښی ډیر رواج لری او تقریباً په غیر محل [ د ملینه
او معروفو یاءګانو پر ځای] استعمالیږی لکه :زیری ــ کاڼی ــ دې ــ
غلې ،مثال ممدوت غلې دی
ولې ،مثال عطامحمد ولې داسې اوکړه او نور .....
www.hotakonline.com 13
www.hotakonline.com
دا یاء دی پخپل محل کښی استعمالیږی لکه :دماضی مطلق او استمراری مخاطب مفرد دصیغی مثال ته احمد ووهلې ــ ته
احمد وهلې .دحال او استقبال مخاطب مفرد صیغې مثال ته احمد وهې ــ ته به احمد ووهې ــ ته احمد وهالی شې ــ ته به احمد
ووهالی شې .
دماضی قریب او ماضی بعید مخاطب مفرد صیغې مثال ته احمد وهلې یې ــ ته احمد وهلې وې .
دماضی قریب او ماضی بعید مفرد مونث غایب صیغې مثال احمد رحیمه وهلې ده ــ احمد رحیمه وهلې وه .
داسم فاعل او اسم مفعول واحد مونث صیغه مثال تلونکې ــ تللې .
د مختوم په های ملفوظی مونثو اسماوو جمع مثال وزې ــ پښې ــ مړې ــ کږې او داسی نور )....
ویبده – بیده – اوده……… ویده ( ۲برخه)
…بې ځایه او د معروفۍ یاء په ځای استعمال نه شي ( دابرخه هم گونگه ده او زه به وروسته پر وږغېږم).
ویاله – بیاله – واله……… ویاله( ۲برخه)
تاسي ولوستل چي د څلرمي فیصلې مواد دښاغلي ستانه میر زهیر په لیکنه کي هسي گډوډ او پخپل سر الندي باندي اوډل
سوي دي .په اصلي فیصله کي دا ټول مواد پر شپږو برخو منظم وېشل سوي دي او نه پوهېږم چي دلته تنظیم ولي ور ویجاړ
کړی دئ؟
پښتو د متحد لیکدود او لیکالر لپاره د (( باړه ګلۍ )) د غونډې متفقه پرېکړې ( فیصلې )
(د باړه گلۍ دفیصلو دغه برخه چي ما دښاغلي حبیب اهلل رفیع صاحب د" ژبساتنه" کتاب له ۱۱۱ــ ۱۹۱مخونو سره وکتله،
محتویات ئې همدغه ول ،خو جملو ئې توپیر درلود .دا توپیر داسي نه دئ چي اصلي فیصلې ته دې زیان رسولی وي .ځکه نو
زه له زیاتوتبصرو تېرېږم او یوازي په ۱مه ماده کي یوه زیاتونه وراچوم .نوره فیصله سمه را اخیستل سوې ده .هوتک )
======================================
د پښتو لیکدو د په هکله د پښتو ټولنې د درېمي فیصلې څخه ( ) ۲۳کاله وروسته یو ځله بیا د دې شرایط برابر شول چې د
پښتو د یو متحد لیکدود د را مینځ ته کولو لپاره عملي هلې ځلې وشي .په دې لړ کښی د پېښور پوهنتون د پښتو ا کیډیمی
په نوښت ( ابتکار ) او د صوبه سرحد د حکومت په سپار ښتنه د ۱۹۹۱م کال د جوالی د میاشتی له ( ) ۱۱تر ( )۱۳پورې د سوات
په (( باړه ګلۍ )) کښی یو درې ورځنی سیمینار چوړ شو چې پکښې د پښتو نخوا له ګوټ کوټ څخه تقریًبا سلو تنو ادیبانو
او ژبپو هانو ګډون کړی ؤ .دې غونډې په خپلی لومړنۍ ناسته ( نشت ) کښې د کار شل کسیزه کمېټه و ټاکله چې پکښې دغه
ښاغلي شامل وو:
( )۱پروفیسر سید محمد تقویم الحق کاکا خیل ( )۳پروفیسر جهانزیب نیاز ( )۲پروفیسر نصیرالدین ( )۱حبیب اهلل رفیع ( ۲
) منتظر بیټنی ( )۱عبدالکریم بریالی ( )۱همېش خلیل ( )۱ډاکتر محمد اعظم اعظم ( )۹ډاکټر خالد خان خټک ( )۱۱محمد
پرویش شاهین ( )۱۱پروفیسر محمد افضل رضا ( )۱۳پروفیسر خوجه محمد سائل ( )۱۲نورشاه جهان انور ( )۱۱ډاکتر وردک (
اعزازي غړی ) ( )۱۲سیال کاکړ ( ) ۱۱سید احمد مومند ( )۱۱ډاکتر مـحمد اقبال نسیم خټک ()۱۱ډاکټر محمد اسرار ( ۱
عزازی غړی ) ( )۱۹خیبر افریدی ()۳۱پروفیسر یار محمد مغموم.
www.hotakonline.com 14
www.hotakonline.com
د کار د کمېټی غړیو په درېوو ناستو کښې د پښتو لیکدود مشکالت ،کشالې او ګډوډۍ په هر اړخیزه توګه وڅېړلې ،په
ټولو یې په سړه سینه غور وکړ او په هره برخه کښې تر علمي بحث وروسته یوې نتیجې ته ورسېدل .کمېټی د خپل کار ورو
ستي تنایج او پرېکړې په لویه غونډه کښې واورولې چې د ټولو تائید او مالتړ یې تر السه کړ ،نو د پښتو متحد لیکدود په
هکله پې خپلی وروستۍ متفقه پرېکړې داسې صادرې کړې:
هغه کلمې چې د عربۍ او فارسۍ نه پښتو ته راغلې دي او معنا یې هم هغه ساتلې ده هغه به پخپل اصل شکل کښې .1
لیکلی شي ،لکه قصه ،قمیص ،ضعیف .او هغه کلمات چې پښتو خپل کړي دي ،معنا یا شکل یې بدل شوي دي ،هغه به په
پښتو کښې په اوښتي شکل لیکلی کېږي ،لکه تپوس ،پام .او د عربۍ مخصوص ټکي به د پښتو په کلماتو کښې نه لیکو
– مثالً (( :تورخم )) به په (( ت )) لیکو په (( ط )) به یې نه لیکو.
((ڼ )) به د یو توري په شکل کښې د پښتو په – ۱ب –ت ،یعنې حروف تهجي کښې د (( ن )) نه وروستو لیکلی شي .2
او نوم به یې (( نوڼ )) وي.
هغه کلمې چې په اخره کښی ( زور )) لري هغه به په ( ه ) لیکلی شي لکه :خوشحاله ( مذکر ) خوشحاله ( مونث ) او .3
دغه ( ه ) به د تانیث مخصوص عالمت نشي ګڼلی.
((مد )) په پښتو کښې نشته ( .ښاغلي رفیع داخبره پر زیاته کړې ده چي " البته د نورو ژبو په کلیمو کښې به په .4
دخیل ډول له لومړۍ پرېکړې سره سم لیکل کېږي").
مجهوله (( ی )) چې په قطبی پښتو نخوا کښې پرته لیکل کېږي ،هغه په همداسې پرته لیکلی شي ،لکه :سړی .5
وغیره ،البته په افغانستان او سویلي پښتو نخوا کښې به د دوی د خپل لیکدود سره سمه د مخکښې په شان لیکلی شي.
مخصوصه ( ی ) به د کلمې پۀ مینځ کښې (( ېـــ ) او اخر کښی (( ې )) لیکلی شي لکه سړې او بۀ ،خېر و غیره. .6
مجهوله یعنې پرته (( ېــ )) غوندې لیکلی شي.
د معروفې (( ي )) لۀ پاره به دوه څنګ پۀ څنګ ټکي (( ي )) لیکلی شي ،لکه سړي ،زمري وغیره. .7
یای تانیث (( ۍ )) به پۀ اخر کښې د کش سره لیکلی شي لکه کرسۍ ،جینۍ وغیره. .8
د فعل د پاره به د مخکښې غوندې د (( ی )) د پاسه (( ء )) لیکو ،لکه :وخورئ ،وکړئ وغیره. .9
پۀ ضمیره متصل او (( ئې )) کښې به پۀ (( ی )) باندې همزه لیکلی شي او مخصوصه ((ې )) لیکلی شي او یا به (( ی .11
)) او مخصوصه (( ی )) لیکلی شي لکه پۀ (( یئ )) کښی به یوه (( ی )) او پۀ دویمه (( ی )) باندې همزه لیکلی شي.
پۀ داسې ((ه )) کښې لکه زړۀ – ښۀ ،پۀ کښې به د (( ه )) د پاسه (( ء ))وي په افغانستان او سویلي پښتو نخوا کښې .11
به هم دغه رنګ لیکلی شي.
((ګ )) به په کونډ لیکلی شي. .12
کښې ،کښېناستل ،نخښه ،بخښل او داسې نور ټکی به هم دغه رنګ لیکلی شي. .13
معدوله (( واو )) به د ټکونه نشي غورځولی ،لکه :خولۀ ،خواړۀ ،ګوند ،غوندې وغیره. .14
هغه ټکي یا کلمې چې د عربۍ اوفارسي نه د (( پیش )) په حالت کښې راغلي دي په (( پیش ) به لیکلی شي یعنې .15
پخپل رنګ کښې لکه ګل ،بلبل -هغه پښتو کلمې چې پیش لري هغه به په مجهوله (( واو )) لیکلی شي ،لکه :پوښتنه ،مور
اونور
معروف (( واو )) به د کلمونه نه غورځول کېږي او د پاسه به پیش ورکولی شي ،لکه :نوُر – سوُر وغیره. .16
www.hotakonline.com 15
www.hotakonline.com
د پښتو مخصوص توري څ-ځ-ښ-ږ به همدغسې لیکلی شي.د کمېټې سفارش دی چې پښتو اکیډیمي دې د مرکزي .17
او صوبایی حکومت پۀ مدد داستادانو او طالب علمانو د پاره یو رهنما کتاب تیارکړي چې د دې ټکسو په استعمال کښې
اشتباه ختمه شي ( .د فیصلی په پای کپې ( )۳۱کسیزې کمېټې د غړو السلیکونه کړي دي ).
+++++++++++++++++++++++
(په راتلونکې برخه کي به زه ددغو فیصلو په باب وږغېږم .خپل نظر او د نورو نظرونه به درته وړاندي کړم (انشاء اهلل))
دلیکدود معیاري کول او توحیدول دژبي د پر مختگ او علمي کولو یوه اساسي اړتیا ده .داسي اړتیا ده چي تحقق ئې ځانته
خپل ټاکلي سیاسي ،اقتصادي،ټولنیز او کلتوري شرایط او امکانات غواړي .په تشو غوښتنو او حُکمونو ئې تحقق نه
ممکن دئ او نه ئې څوک د نړۍ په نورو ژبو کي ددغه شان تحقق مثال را ښووالی سي .د واحد لیکدود پر سر د فیصلې له پاره
تر ټولو اساسي پوښتنه داده چي :
د پښتو ټولني او باړه گلۍ په فیصلو کي لومړۍ نیمگړتیا داده چي د غونډو برخه والو ئې اصال دغه پوښتنه له ځانو څخه
یاکړې نه ده .که ئې کړې هم ده ،یائې سم سر نه دئ په خالص سوی او یا نو دغه دوې برخي په ناپامۍ کي ځني گډي سوي دي.
ددغو فیصلو په وخت کي زموږ له مشرانو څخه ژبه ،لیکدود ،ادب داسي سره گډوډ سوي دي ،داسي ئې حدود یو په بل کي
ځني ننوتلي دي چي نه ئې خپل اساسي مقصد ځني ترالسه کړی دئ او نه ئې د فیصلو د عملي کېدو چاره او الره له کنډ و کپره
راایستلې ده .زه به اوږده بیانونه نه کوم او د مثالو په راوړلو سره به خپله د زړه خبره درته وړاندي کړم.
په لومړۍ فیصله کي ۳۱مادې تصویب سوي دي .په دې یوویشتو مادو کي څلور مادې ( ۱۲مه ۱۱ ،مه ۱۲ ،مه او ۳۱مه ) په
لیکدود اړه لري نورې ټولي یا په ژبه اړه لري یا ئې په لهجو.
www.hotakonline.com 16
www.hotakonline.com
په ۱۲مه ماده کي وایي چي " ځیني = بعضی" او " ځنی = از" باید په همدې شکل ولیکو.
په ۱۱مه ماده کي وایي چي" چلوونکی ،کوونکی ،ښوونکی" باید په دوه واوه ولیکو.
په ۱۲مه ماده کي وایي چي د" کښ" کلیمې پای ته به (ی) ور زیاتوو.
په ۳۱مه ماده کي وایي چي " زه ،زما ،زمونږ" به په (ز) لیکو .یعني په (ځ) به ئې نه لیکو.
پورتنۍ څلور مادې د لیکدود مسائل دي او څرنگه چي د لیکدود د توحید له پاره د پوهانو یا صالحیت لرونکو
کسانو(فیصله) هر وخت خپله اغېزه ښندالی سي ،نو له همدې اصل سره سم ددې مادو په عملي کولو کي هیڅ رازستونزه
نسته او زه ویالی سم چي هر په ژبه پوه لیکوال ئې له همدې فیصلې سره سم لیکي.
نوري مادې د لهجو رنگارنگ وینگ (تلفظ) دئ .دمثال په توگه دا چي وایي " لڅ" ناسم دئ او " لوڅ" سم .دا دلیکدود خبره
نه ده بلکي د لهجې خبره ده .د یوې لهجې ویونکي خپله مفاهمه د (لڅ) لغت په ویلو سره عملي کوي او د بلي لهجې ویونکي
ئې د(لوڅ) په ویلو سره .که څوک چاته ووایي چي (لوڅ) ئې لیکه ،خو د (لڅ) په شکل ئې لوله ،دا مو په حقیقت کي د واولونو
په اداینه کي مشکالت پېښ کړي دي .موږ گویا په دې حکم سره د (و) گرافیم ته هم د (زوره کي) او هم د (پېښ) وظیفه پر غاړه
اچولې ده.
د (چې ،مې ،دې ) او ( چي ،مي ،دي) مسئله هم دوه اړخه لري .یو اړخ ئې دادئ چي (چه) به نه لیکو او د (هـ) پر ځای به ئې په
(ی) لیکو .دا برخه ئې د لیکدود په ساحه کي شامله ده او ټول په ژبه پوه لیکوال ئې مراعاتوي .هیڅ راز ستونزه پکښې نسته.
خو دا خبره چي په اوږده یاء (ې)به ئې لیکو که په لنډه یاء (ي)؟ دا ئې د لهجې یا ژبي اړخ دئ او دا په فیصله نه حل کېږي .خپل
شرایط غواړي.
د (کي ) او (کښي)( ،کې) ــ (کښې) خبره هم همدا ډول دلیکدود مسئله نه ده .دا د لهجې خبره ده .د لهجو بدلول په فیصلو سره
ممکنه نه ده .دلهجو بدلېدنه ځانته خپل سیاسي ،اقتصادي او ثقافتي شرایط غواړي .هري لهجې که دغه سیاسي ،اقتصادي
او ثقافتي برالسی وموند ،نوري ټولي لهجې به ئې په ویاړ سره ومني او دهغې پالنه به دځان له پاره غټواله او لویي بولي .په
دري ژبه کي دکابل لهجې دغه موقف ځانته گټلی وو او هرچا چي د کابلۍ لهجې په شان دري ویله ،هغه به ئې د ځان په
کماالتو کي شمېرل.
په (غږ) او (ږغ) کي هم خبره دلهجې یا په مجموع کي د ژبي ده ،نه د لیکدود .د لیکدود اړخ ئې دا دئ چي په (غږ) او (غگ)
کي کوم یو سم دئ؟ یعني (غږ) په (ږ) سهي دئ که په (گ).
د (توپک) او (ټوپک) ــ د (بگړۍ) او (پگړۍ) او داسي نورو لغاتو توپیرونه هم لیکدودي پرابلمونه نه دي چي د پوهانو په
مجلس دي حل کړه سي ،بلکي دا ژبني او لهجوي ستونزي دي چي د هر شکل منل ئې د سیاسي ،اقتصادي ،کلتوري او ټولنیز
سیادت او برالسۍ مالتړ ته اړتیا لري.
www.hotakonline.com 17
www.hotakonline.com
د (شو ،شي )... ،او ( سو ،سي )... ،خبره هم لهجوي ده ،لیکدودي نه ده .که هر وخت د (شو ،شي) یا (سو ،سي) لهجې خپل
ثقافتي و سیاسي سیادت تر السه کړ ،نور به بیا داختالف ټکی ال هم پاته نه سي .په فیصله ئې اختالف له منځه وړالی نه سو.
دا او دې ورته نور مثالونه د فیصلې هغه نیمگړتیا ده چي دلیکدود او لهجې (ژبي) له گډولو څخه را زېږېدلې ده .په نورو
څلورو فیصلو کي هم دغه شان ځایونه ډېر دي چي هغه د لیکدود په بحث کي هډو راتلالی نه سي او د لهجو یا ژبي په بحث
کي باید څوک پر وږغېږي .زه ئې د هر مثال تر راوړلو تېرېږم او د خپلي همدې لیکني د اوږدېدلو له اسیته تر نورو گام اړوم،
خویوازي به پر همزه (ء) او (مد) وږغېږم.
د (همزې) په باب له فیصله والو څخه د (فونیم) او (گرافیم) مفاهیم گډوډ سوي دي .په دوهمه فیصله دوهم تصویب کي وایي
چي " د (زه ،دده ،ښه ،ته) په کلمو کښې د(ه) دپاسه دهمزه لیکلو ته ضرورت نشته ."....د دریمي فیصلې په پنځم تصویب کي
وایي چي " (ء) دی د زورکی دپاره استعمالیږی ــ لکه زړه ."... ،په باړه گلۍ کي بیا د (زړه ،ته ،دده) پر خاتمو باندي د (ء)
زیاتونه تصویب سوې ده.په عمومي بحثونو کي دا خبره بیا بیا تکراریږي چي " همزه په پښتو کي نسته" ،خو وضاحت ئې نه
دئ ورکول سوی .زما په فکر د همزې فونیم ( ږغ) په پښتو کي نسته .په عربي کي چي د همزې په نامه کوم فونیم (صوت) د
الفبې جزء منل سوی دئ ،هغه یو حلقي ( عین ته نزدې) فونیم دئ چي د کلماتو په سر ،منځ ،پای کي راتالی سي او درې واړه
حرکتونه ( زور ،زېر ،پېښ) اخیستالی سي .دکلمې د سر مثال ئې ( ابالغ ،اثبات) دئ ،دمنځ مثال ئې ( مسئله ،مسئول) دئ،
دپای مثال ئې ( ضیاء ،نداء) دئ او د سر او پای مثال ئې ( امالء ،انشاء) دئ .په قرآن عظیم کي هغه همزه چي د کلمې په سر کي
راسي او کسره (زېر) ولري ،تر الف الندي لیکل کیږي ،هغه همزه چي دکلمې په سر کي راسي او فتحه ( زوَر)ولري ،تر الف
دپاسه لیکل کیږي .عرب دا فونیم سم ادا کوالی سي او (ع) ته نزدې ئې تلفظ کوي .زموږ حافظان او علماء ئې هم د زیات
تمرین او تکرار له الري سم اداکوالی سي ،خو عام خلک ئې د (الف) په شان تلفظ کوي .دغه صوت چي ځانگړتیاوي ئې ما
بیان کړې ،رشتیاهم په پښتو الفبې کي نسته .مگر د همزې (ء) نخښه (گرافیم) موږ په پښتو لیکدود کي لرو .د خوشحال خان
خټک له ځنځیري لیکدوده رانیولې بیا تر ننه پوري ئې د تورو او کلمو د ال ښه ادایني او تشخیص په نیامت کاروو .په ( خورئ
چښئ حساب مه منئ) کي ئې د افعالو پر خاتمو باندي ورزیاتوو .د باړه گلۍ دفیصلو له مخي ئې باید د (زړه ،ته ،دده ،ده) پر
(ه) باندي هم دغه نخښه (ء)ولیکو .نو دا حکم چي " په پښتو کي همزه نسته" باید داسي تشریح سي چي په پښتو ژبه کي د
همزې (ء) صوت ،ږغ ( فونیم) نسته خو نخښه ئې سته.
د باړه گلۍ په فیصله کي څلرم تصویب دادئ چي " (مد) په پښتو کي نشته "....دا حکم هم یوڅه شنل غواړي .ښاغلی ډاکټر
پالوال په دې عقیده دئ چي (مد) د الف اوږد سوی شکل دئ .ښاغلي دوکتور زیار صاحب الفونه پر لنډ او اوږده ویشي.
داوږده الف مثالونه دادي :
www.hotakonline.com 18
www.hotakonline.com
دغه اوږده الفونه چي مائې مثالونه راوړل ،دعادي الفانو په شان اداینه نه لري ،نو دې اوږده الف ته باید څه نوم ورکو؟ آیا د
(اړ = محتاج) او (آړ = مانع ،خنډ) د سر ږغونه د ادایني پر وخت یو راز اوږدواله لري؟ دې پوښتني ته دي د باړه گلۍ فیصلو
السلیکوونکي جواب ووایي.
بله خبره چي په فیصلو کي گوته ورته نیول کېدالی سي ،هغه د تصویبونو بیا بیا تکرارول دي .د مثال په توگه د (ڼ) او (نړ) پر
لیکنه باندي څو واره تصویبونه سوي دي .په باړه گلۍ کي ئې بیا تکرار کړی دئ .د (ځیني) او (ځني) فیصله څو پال سره تاو
راتاو سوې ده .د (گ) او (ګ) لیکنه څو ځلي مکرر تصویب سوې ده .د عربي تورو پر کاروَنه بیا بیا خبري سوي دي .ددې تکرار
اړتیا څه ده؟ یا څه وه؟ زما په فکر فیصله کوونکي نویو پرابلمونو ته دحل الره نه سي موندالی او فیصله په مکرراتو سره پای
ته رسوي .دا چي ولي د حل الره نه سي موندالی؟ جواب ئې څرگند دئ او هغه دا چي د لهجې بدلون د لیکدود په بدلون کي
لټوي !!!
د فیصلو په غونډو کي برخه وال زیاتره داسي استدالل کوي چي که پښتو واحد لیکدود ونه لري،
نو به خارجیانو ته خپله ژبه څرنگه ور زده کوو؟
دوی داسي انگېرله چي که موږ (سو) او (شو) دواړه ومنو ،نوبه ئې خارجیان کوم شکل زده کوي؟ دا پوښتني اوس هم کله کله
په سیده یا ایرب شکل مطرح کېږي .دې پوښتني ته زما جواب دادئ چي که کوم خارجي زما ژبه زده کوي ،نو زما د ژبي اصول
به هم زده کوي .موږ د خپلي ژبي اصول خارجیانو ته د اسانۍ له پاره تر پښو الندي کوالی نه سو .آیا هم موږ کله له انگرېزي ژبو
خارجیانوڅخه دا پوښتنه او غوښتنه کړې ده چي دوی دي په انگرېزي کي زموږ د اسانۍ په خاطر د (ش) او (چ) اواز له پاره یو
گرافیم وټاکي؟ دوی ولي په یوه ځای کي ( )shد (ش) له پاره کاروي ،بل ځای ( )suد (ش) له پاره راوړي او بل ځای په ()tio
سره د (ش) څرگندونه کوي .موږ دوی ته ویلي دي چي ولي په یوه ځای کي ( )chد (چ) له پاره او په بل ځای ( )tuد (چ) له پاره
راوړي .دا پوښتنه او غوښتنه ځکه نه کوو ،چي دا خو ددوی د ژبي قوانین دي ،موږ ته که سخت دي که اسانه ،باید همداسي
ئې ددوی له ژبني قانون سره سم زده کاندو .خارجیان مجبور دي په دې خبره ځان پوه کړي چي دپښتنو یوه لویه کتله ( چې،
مې ،کې) لیکي او همداسي ئې وایي (تلفظ کوي یې) او بله لویه کتله ئې بیا( چي ،مي ،کي) لیکي او همداسي ئې وایي .که
څوک دا مسئله د لیکدود په برخه کي شامله گڼي ،نو بیا دا د پښتو لیکدود دوه بېالبېل سیسټمونه دي .خارجیانو ته دا خبره
تر موږ ښه معلومه ده چي دا راز متنوع سیسټمونه په نورو ژبو کي هم سته .جاپاني ژبه د لیکدود درې سیسټمونه لري او څلرم
ئې هم د منځ ته راتلو په حال کي دئ( .وگ :تږی ــ حبیب اهلل ــ نوې ژب پوهنه او ژبنی مسایل ــ ۱۱مخ ــ پښتوټولنه ،کابل ــ
۱۲۱۲ش) او څوک چي غواړي جاپاني ژبه زده کړي ،دا درې سره سیسټمونه به زده کوي.
www.hotakonline.com 19
www.hotakonline.com
خو هغه مواد چي یو کول ئې په فیصلو سره ممکن نه دئ ،یعني د لیکدود په اورشو کي شامل مواد نه دي ،بلکي په لهجه یا
ژبه اړه لري ــ د هغو په باب تصویبونه د کاغذ پر مخ پاته دي .د مثال په توگه د اوږدې یاء او لنډي یاء د کارولو مسئله چي په
حقیقت کي لیکدودي مسئله هیڅکله هم نه ده او په لهجه (ژبه) اړه لري ،ان د پښتو ټولني پخپلو نشراتو کي ال هم عملي سوې
نه ول .په ښکاره ئې پلمه داوه چي په مطبعه کي د ددغو یاگانو له پاره توري نسته ،یا د حروف چینانو د نه پوهېدلو بهانه به
راوړل کېده .مگر حقیقت دادئ چي دغه راز وحدت د فیصلو تر صالحیت وتلې چاره ده .همدغه سبب دئ چي موږ دځینو
مشرانو استادانوپه لیکنو کي تر دا پرونه پوري د (چی) او (چه) دواړه شکلونه وینو (.وگ :د میرزا خان انصاري دېوان ــ
سریزه ــ دریم او څلورم مخونه ــ د ۱۲۲۱چاپ ،کابل ) .د همدغي سریزي په دریم مخ کې ( کښي) او (کی) دواړه شکله راوړي
دي .موږ ته دا خبره معلومه ده چي دژبپوهني لوی استاد ارواښاد حبیب اهلل تږي د( چې) او (چي) لیکنه په لیکدودي بحث کي
نه شاملوله او دواړو ته ئې د استعمال الر پرانیستې پرې ایښې وه (وگ :نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل ــ بېالبېل مخونه)
دهغو کتابو په چاپ کي خو به څوک د مطبعې تخنیکي ستونزه ومني کي چي په دولتي مطبعه کي په حروفي چاپ چاپېدل،
خو په هغو کتابو کي چي د پوهنتون له خوا په الس کښل سوي او چاپ سوي دي ،هورې به د یاء گانو نه مراعات ته په کمه
(کومه) سترگه وگورو؟( .وگ :د زیارصاحب ویي پوهنه ــ ۱مخ ــ دادبیاتو پوهنځي چاپ ــ ۱۲۱۱ش) حتی ددغه چاپ په اوله
لیکه کي (چې) لیکلی او په څلرمه او پنځمه کرښه کې بیا (چی) کښلی دئ .دا چي ارواښاد دوست شینواري (چه) کیښ،
عالمه حبیبي او عالمه رشاد( سو ،سي) کیښ ،نورو بیا د (کې) پر ځای (کښې) کیښ ،دا ټول پر دې خبره داللت کوي چي
فیصلې په عمل کي نه تطبیقېدلې او هر چا خپله الر ه تعقیبوله .ښاغلي زیار صاحب یو ځای کښلي دي چي دوی یو
پروسیجردمرحوم حبیبي او مرحوم خادم او ډاکټر دولت محمد لودین په گډون السلیک کړ خوخادم صاحب " بیا مخالف شو
او ویې ویل چې زه دحبیبي صاحب او دده دپیروانو الر په رسمیت نه پېژنم او بغاوت یې وکړ ( "....وگ :ښکالمجله ــ ۱کال ۲ ،
گڼه ــ ۲مخ) .پوښتنه داده چي دا فیصلې نو ولي تطبیق سوي نه دي؟ جواب دادئ چي موږ د لیکدود یوکولو په نامه لهجې
سره یو کوو .یا مو د یوې ځانگړي لهجې د سیادت له پاره لېڅي رانغښتي دي.یا نو خبره داده چي د لیکدود د معیاري کولو پر
وخت ژبه معیاري کوو .دا څو بېال بېل کارونه یو په بل کي راڅخه گډ سوي دي .د لیکدود معیاري کول په فیصلو او توصیو
سره کېدالی سي ،مگر دژبي معیاري کول یا معیاري کېدو ته د یوې لهجې رسول خپل ځان ته سیاسي ،اقتصادي ،اجتماعي
او ثقافتي شرایط غواړي چي تر اوسه پوري ال پښتو ته په عمومي ډول او لهجو ته ئې بیا په خاص ډول دغه راز شرایط
مساعد نه دي.
د خواشینۍ بله خبره ال داده چي دپښتو ټولني فیصلې پخپله د فیصله کوونکو له خوا تر پښو الندي کېدلې .دپښتو ټولني په
هماغه لومړۍ فیصله کي دوولسمه تصویب سوې ماده د ( ږغ) او (غږ) په باب ده او تاسي په تېرو برخوکي ولوستله چي دواړه
شکلونه ئې منلي دي .خو په عمل کي بیا د پښتو ټولني دسپارښتني او فشار له اسیته په راډیو افغانستان کي هغو نطاقانو ته
د کار اجازه نه ورکول کېده چي ( ږغ) به ئې کاراوه .په مطبوعاتو او نشراتو کي دهغه لیکوال مقاله نه خپرېدله چي (ږغ) به ئې
کار کړی وو ،که به خپره هم سوه( ،ږغ) به ئې په (غږ) ور اړولی وو .ددې تبعیضي چلند الزمي نتیجه همدا وه چي د(ږغ)
ویونکي لیکوال د فیصلې نورو تصویبو ته هم بې اعتناء سي .دغه بې اعتنایي سرغړونه نه وه ،بلکي دتبعیضي چلند پرضد
اعتراض او عکس العمل وو .له بده مرغه نن هم هماغي زړې ستراتژۍ ته گویاد نوي ژبپوهني اکاډمیک پرتوگ وراغوستل
کېږي ،خو سترگور او له مسایلو سره اشنا لیکونکي او لوستونکي ښه پوهېږي چي خبره څه ده؟
www.hotakonline.com 20
www.hotakonline.com
آیا د کلماتو د یوه شکل غوره بلل یا د چا خبره معیاري گڼل به دا معنا ولري چي دا نور شکلونه ئې
غلط دي؟
دا پوښتنه به په یو څو مثالو سره لږڅه واضح کړو .که په ( مړۍ ،ډوډۍ ،ټیکله) کي یو کره وبولو ،نوآیا دا نور به ئې غلط وي؟
که په (کښې) او (کې) کلمو کي یو شکل کره وبلل سو ،دمثال په توگه (کې) غوره سو نو (کښې) ته به غلط وایو؟ که په (شو،
شي ــ سو ،سي) کي یو شکل "مرجح" وبلل سو ،دا بل شکل به ئې غلط گڼو؟
دې پوښتنو ته زه د ځان له خواجواب ځکه نه ورکوم چي " ټیکه داران" هرو مرو راته د تحصیلي سند نه لرلو بندیز مخي ته
ږدي .نو به ئې جواب دداسي چا له خولې ورکړم چي په ژبپوهنه کي ئې عالي تحصیالت د امریکاپه متحده ایالتو کي سرته
رسولي ول او په ژبپوهنه کي ئې زما دنسل اوسني همزولي شاگردان دي ،ارواښاد پوهاند حبیب اهلل تږی در ښیم .ارواښاد تږي
دې پوښتنو ته پخپل کتاب ( نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل" کي داسي جواب ورکړی دئ.وایي چي :
(لیکدود مي کټ مټ رانقل کړی دئ .هوتک)" د هر ملت دپاره د یوې معیاری لهجې لرل ــ په هره بڼه چه وی ــ یو ضروری او
مفید کار دی .اما دا بیا هم ددې معنا نه لری چه غیر معیاری لهجې غلطې دی .بلکه مطلب دادی چه هغه عامې او معیاری نه
دی .که نه وی د خپلو ویونکو دپاره کامال درستی ښې او صحیح لهجې دی .د معیاری لهجې د رامنځ ته کولو
مسأله فقط د ژبې د تعمیم خبره ده نه د صحت او غلط خبره(.پر کلماتو تاکید زما دئ .هوتک) د غیر
معیاری لهجې د فهم ساحه نسبت و معیاری لهجې ته معموالً تنګه وی ،اما د ژبې د سستم نه انحراف نه لری چه غلط وبلل
شی .غلط کالم هغه دی چه دژبنی سستم سره بیخی موافقت و نه لری.
مثالً " ما څې وویلې = ماچه وویل" د موجوده پښتو په اساس یوه غیر معیاری لهجه ده،مګر غلطه نه ده .ځکه چه خپله ددغې
لهجې ویونکی پوره پرې پوهیږی او د ژبې د عمومی سستم سره مخالفت نه لری .اما " دوه کتاب" قطعاً پښتو نه ده .یا په
اصطالح غلطه پښتو ده .ځکه دا دننه په ژبنی سستم کښې کوم لهجوی فرق نه دی .بلکه دژبې له ټول سستم نه یو مطلق
انحراف دی( ".وگ :نوې ژب پوهنه او ژبنی مسایل ــ ۱۳۱ــ ۱۳۱مخونه )
www.hotakonline.com 21
www.hotakonline.com
ــ زه په لیکنه کي د(شو ،شي ،شم ).... ،پر ځای ( سو ،سي ،سم ).... ،لیکم .که څوک دا راته ثابته کړي چي په شین سره ددغو
افعالو لیکنه د پښتو ژبي د ودانۍ " فیل پایه" ده ،په هغه وخت کي بیا د همدا نني ورځي په جرئت او مېړانه حاضر یم چي
خپل ټول سینونه د سیند څپو ته ورکړم.
ـــ زه د (دی = )heاو (دئ = )isتوپیر کوم .ددغه التباس د لیري کولو له پاره که بل څوک تر دې ښه وړاندیز لري ،منلو ته ئې
تیار یم.
ـــ زه د ښځینه جمع له پاره هغه قاعده پالم چي زموږ ټول کالسیک ادب پاللې ده او اوس ئې هم له غزني څخه تر هراته ،دهزاره
جات له پولو څخه د بلوچستان تر دوکۍ پوري پراته پښتانه په ویلو کي پالي .یعني د (پښتنه ،زرغونه ،نغمه) جمع (پښتنې،
زرغونې ،نغمې) لیکم او د (ښځه ،ونه ،پرخه) جمع ( ښځي ،وني ،پرخي) لیکم.
زه دهري لهجې خوندور لغات په مینه کاروم او دلغتو د وژلو سخت مخالف یم.
ـــ زه د ژبي د سوچه کولو سر سخت مخالف یم .ما په ژبه کي د ترجمې کار کړی دئ او راته معلومه ده چي د سوچه ژبي پالونکی
ژباړن د ترجمې پر وخت له څومره مشکالتو سره مخامخ کیږي؟ زما په نظر سوچه ژبه د بدوي او ځنگلي انسانانو ژبه وي .د
متمدنو انسانانو ژبي یو له بله سره اخښلي و بخښلي وي .له نن څخه ۲۲۱کاله مخکي چي عبدالقادرخان خټک د یوسف و
زلیخا کتاب ژباړه ،هغه ته دسوچه پښتو ستونزي ور معلومي سوي وې ،ځکه ئې ویلي دي :
ـــ زه د پښتو ژبي د معیاري کولو سرسخت پلوی یم خو په بې وخته اذان لمونځ نه کوم.
www.hotakonline.com 22
www.hotakonline.com
کول ،بې له دې چي فاصلې سره لیري کاندي ،بله نتیجه نه ښندي .له لهجو سره دښمنۍ گټه نه ده رارسولې ،بلکي ال ئې سره
بېل کړي یو .لهجې یوه الهم بشپړه نه ده.د هري لهجې گرامري او اصولي نیمگړتیاوي به ور سموو .زه دخپلي لویدیځي لهجې (
زرغونه راغلل) هیڅکله هم نه لیکم .که کله کله په ناپامي کي راڅخه ولیکل سي ،ژر ئې د اصالح لټه کوم .د نورو لهجو له
ویونکو څخه هم هیله لرم چي خپلو نیمگړتیاوو ته متوجه سي .دخپل نظر مخالفینو ته په سپکو سپورو څه نه جوړېږي .نن ورځ
د انټرنیټ له برکته یا له شامته د انحصاریت بندیزونه نور مات سوي دي .که موږ یوچاته دهغه دنظر په خاطر سپکي سپوري
ووایو ،هغه به ئې یوځل ،دوه ځله ،درې ځله وزغمي .آخر ته بې حوصلې کیږي او په متقابل عمل الس پوري کوي .له دې به نو
څه جوړه سي؟
و ماعلینا اال البالغ
آشاوا ــ کاناډا
۳۲جنوری ۳۱۱۱ع
www.hotakonline.com 23