You are on page 1of 7

‫څرګنده خزانه کښ ې تېروتنې‬

‫څرګنده خزانه َد ښاغلی ساجد محمد شائق صاحب نثری کتاب دے چې پهـ جون دوه زره اتلسم کښ ې چاپ شوے‬
‫دے‪ .‬دا کتاب پښتو ادب کښ ې يوه ګټوره اضافه ده‪ .‬ولې چې پښتو ادب کښ ې نثر َد ِنشت برابر دے‪ .‬اؤ بيا داس ې‬
‫ُ‬
‫قسمه علمی کتابونو ډېر زيات ضرورت لری‪َ .‬د نومړی َد دې کتاب پهـ لستو بنده ته ډېره خوشحالی نصيب ش ی اؤ َد‬
‫هغې وجه دا ده چې دا کتاب پهـ ساده‪ ،‬روانه اؤ عام فهمه پښتو کښ ې ليکلے شوے دے‪ .‬چې هر خاص کوعام ترېنه‬
‫ښهـ پهـ اسانه استفاده کو لے ش ی‪ .‬خو َد دې دومره خوبيو سره سره لکه َد نورو دکتابونو دا کتاب هم ځينې خامۍ‬
‫ُ‬
‫لری‪ .‬چې لستونکيو ته ئې پهـ ګته کول ضرورۍ دی اؤ َد هغې وجه دا ده چې دا يؤ تدريس ی کتاب دے اؤ خلق ترېنه‬
‫زدکړه کوی‪ .‬هم لهـ دغې وجې َد دې غلطۍ نظر انداز کول نهـ دي پکار پهـ دے کتاب کښ ې ښاعلی مصنف کوشش کړے‬
‫دے چې َد باړه ګلۍ امال وهـ ليکی خو ځينو ځايونو کښ ې ئې َد هغې نه روګرداني کړی ده حاالنکې خالق کائنات پهـ خپل‬
‫ٰ‬
‫منزل کتاب قران مجيد کښ ې فرمائی‪.:‬‬
‫ُ‬
‫"ادخلوا فی السلم کافة"‬

‫اعنی تاسو پهـ دين کښ ې پوره پوره شامل ش ئ‪.‬‬

‫مطلب دا شهـ کهـ چرې يؤ بنده پهـ دين اسالم کښ ې دا خلېدل وهـ غواړی نو َد هغهـ لهـ پاره بائده دی چې پهـ بشپړه‬
‫توګه پهـ دين کښ ې داخل ش ی اؤ َد دين کلهم احکامات وهـ منی‪.‬داس ې به نۀ کوی چې څهـ خبری وهـ منی اؤ څهـ خبرې نهـ ـ‬
‫چونکې موصوف هم َد باړه ګلۍ َد منونکيو نه دے نو بايد چې ښاغلے َد مذکوره امالء کلهمی فېصلې وهـ منی‪ .‬دا نهـ چې‬
‫ځينې دې ورسره وهـ منی اؤ ځينې نهـ دا ځکه چې دې سره به َد باړه ګلۍ امالء منونکيو َد صف نه يؤ تن بهر ش ی‪.‬دا‬
‫خبره مې دې پورې وهـ کړه چې موصوف َد باړه ګلۍ کلهمې فېصلې منی کو َد معروفې "ی" پهـ بابله ورسره اتفاق نهـ‬
‫لری‪ ،‬هغه ځکه چې پهـ باړه ګلۍ کښ ې دا فېصله هم شوې وه چې معروفې "ی" ته به النې دوه څنګ پهـ څنګ ټکی کولې‬
‫ش ی‪ .‬موصوف دا فېصله پهـ خپل مذکور کتاب کښ ې راوړې هم ده ښاغلے ليکي چې‪ :‬ـ ـ‬

‫وومه فېصله‪ :‬ـ َد معروفې "ی" َدپاره بۀ دوه څنګ په څنګ ټکی ليکی ش ی‪ ،‬لکه سړي‪،‬زمري وغېره‪.‬‬

‫خو ښاغلی پهـ ټول کتاب کښ ې ‪،‬معروفه "ی" بې نقطو ليکې ده‪.‬‬
‫َد باړه ګلۍ َد وړومبۍ ٰ‬
‫فېص ې متعلق موصوف ليکی چې‪.:‬‬

‫وړومبۍ فېصله‪ :‬ـ ـ هغه کليمې چې َد عربۍ اؤ فارس ۍ نه پښتو ته راغلی دی اؤ معڼېئې هم هګه ساتلې ده هغه به په‬
‫خپل اصل شکل کښ ې ليکلے ش ی لکه‪:‬قصه‪،‬قميص‪،‬ضغيف وغېره اؤ هګۀ کلېمات چې پښتو خپل کړۍ دی ( يعنې‬
‫ٰ‬ ‫مغفن شوی دی) ٰ‬
‫معنی يا شکل ئې بدل شوے دے هغه به په اؤ ښتی شکل ليکلے کېږی لکه‪:‬تپوس اؤ پام دلته يؤ‬
‫معنی ئې هم هغه ساتلې ده هغه‬ ‫خوا نوموړے دا خبره کوی چې َد عربۍ اؤ فارس ی هغه کلمې چې پښتو خپلې کړی اؤ ٰ‬
‫به پهـ خپل اصل شکل ليکلے ش ی نو بل خوا "کلمه" چې َد عربۍ ژبې ټکے دے ښاغلی "کليمه" اعنی َد "ل" اؤ "ه" پهـ‬
‫مينځ کښ ې ئې معروفه "ی" هم ليکلې ده چې غلطه ده‪ .‬دغه شان َد "کلمه" جمع "کلمات" دے خو ښاغلی‬
‫کليمات" ليکلے اعنی دلته ئې َد "ل" اؤ "م" تر مينځه معروفه "ی" ليکلې ده چې صحيص نهـ ده‪ .‬دغه شان "وومه‬
‫فېصله" اؤ "وولسمه فېصله" ټکی هم دی چې موصوف صحيح نهـ دی ليکلی‪ .‬دلته "وومه" اؤ "وولسمه" پهـ "واؤ" ليکلی‬
‫شوی‪ .‬چې َد "الف" نه ليکل پکار دی‪ .‬اعنی "اوومه فېصله" اؤ " اوولسمه فېصله" ټکے "قافيه" چې جمع ئې "قافيې" ده‪.‬‬
‫موصوف هر ځائی کښ ې "قافيئې" اعنې َد معورفې "ی" اؤ مخصوص ې "ې" ترمينځه ئې امريه "ئ" هم لګولی ده چې‬
‫صحيح نهـ ده اؤ صحيح شکل ئې "قافيې" دے‪ .‬دې نه عالوه "اخيرے" چې َد خ اؤ "ر" پهـ مينځ کښ ې ئې معروفه "ی"‬
‫ليکلې ده‪ ،‬تو جيهـ چې َد ګېر ملفوظې "ه" پهـ ځائې ئې چرګۍ "ه" باندې ليکلے‪ ،‬اؤ "مقطې" چې َد "ط" اؤ مخصوصه "ې"‬
‫ٰ‬
‫تر مينځه "ع" پهـ کښ ې نهـ دے ليکل ټکی دی چې صحيح نهـ دی‪ .‬صحيح شکل ئې "اخرے"‪" ،‬توجيه" اؤ "مقطې" دے‪.‬‬
‫دغه شان ټکے تشبيهـ دے چې َد غېر ملفوظې "ه" پهـ ځائې چرګۍ "ه" سره ليکلے دے‪" .‬نظريئې" چې َد معروفې "ی"‬
‫مخصوص ې "ې" تر مينځه ئې امريه "ئ" هم ليکلې‪ .‬کرديګار چې َد "د" اؤ "ګ" تر مينځه ئې معروفه "ی" لګولې ده‪ .‬اؤ‬
‫"دوئمه" چې َد معروفې "ی" پهـ ځائې امريه "ئ" شوې دے‪ .‬ټکی دی چې صحيح نهـ دی‪ .‬چې صحيح شکل ئې "تشبيه"‬
‫نظريې " کردګار" اؤ دويمه دے‪.‬غالب ګمان دے چې ښاغلے دا غلطۍ َد کمپوزر پهـ ذمه واچوی‪ .‬خو دا خبره به صحيح‬
‫ځکه نهـ وی چې کمپوزر َد کمپوزنګ نه پس مسوده ليکونکۍ له َد پروف ريډنګ له پاره ورکوی اؤ َد هغې َد پروف‬
‫ريډنګ نه پس کتاب َد چاپ َد مرحلونه تېرېږی‪ .‬نو ځکه َد کمپوزر غاړه َد دې نه ازاده وی‪ .‬عجبيه خبره خو دا چې‬
‫ٰ‬
‫موصوف ټپې ته پهـ انګرېزۍ کښ ې ( ‪ ) Tappa‬ليکلی ده‪ .‬چې َد انګرېزۍ ډکشنری هم دا ټکے نهـ دے راخستلے‪ .‬البته‬
‫)‪ )Tap‬اؤ )‪ )Tape‬ئې راخستلی دی چې دا يؤ "ټوټۍ" يا "بمبې" ته وائی اؤ دا بل "پيتې" ته‪ .‬دغه شان )‪ (bagtai‬ټکے دے‬
‫چې "بګتۍ" ته ئې ليکلے دے خو لهـ بده مرغه دا هم پهـ ډکشنرۍ کښ ې پهـ نظر نهـ راځی البته "‪ ”bagatue‬پهـ کښ ې پهـ‬
‫معنۍ ئی " لږ شانې" ده‪ .‬دغه شان "حمد" ‪" ،‬بدله" ئې هم پهـ انګرېزۍ ”‪ “Hand‬اؤ ”‪ “Badala‬ليکلی چې‬ ‫نظر اځی چې ٰ‬
‫ر‬
‫پهـ ډکشنرۍ کښ ې ئې هيڅ درک نهـ لګی‪ .‬اوس کهـ چرې موصوف دا جواز پېش کوی چې ګنې دا خو هغوی پهـ "رومن"‬
‫ُ‬
‫کښ ې ليکلی‪ .‬نو دلته بيا َد لستونکيو ذهن ته دا سوال هم راځی‪ .‬چې بيا خو پکار وه چې کلهمو اضافو ته پهـ رومن‬
‫کښ ې خپل خپل نومونه ليکلی شوی وو‪ .‬دلته ځينو اضافو ته پهـ رومن کښ ې نوم ليکل اؤ ځينو ته نهـ ليکل څهـ ٰ‬
‫معنی‬
‫ُ‬ ‫ٰ‬
‫لری؟ َد پخوانيو مشرانو دا قاعده وه چي َد کوم واحد ټکی اخرے حرف په "يا" وهـ لکه سړے‪،‬زمرے ملګرے‪ ،‬لستونکے‬
‫نو َد جمع جوړولو پهـ صورت کښ ې به دغه "يا " َد "يو" شکل واخستو‪ .‬نو َد سری جمع سړيو‪،‬زمری جمع زمريو‪،‬‬
‫ُ‬ ‫ُ‬ ‫ُ‬
‫ملګری جمع ملګريو اؤ لستونکی جمع لستونکيو به لستونکيو ليدلی اؤ اورېدلی وی مګر دلته به پهـ وړومبی ځل َد "ټپې"‬
‫جمع "ټپيو" اؤ "چپې" جمع "چپيو" وهـ وينی‪ .‬دغه شان يؤ ځائې کښ ې نوموړی " ُچرت" ټکی ته پهـ انګرېزۍ کښ ې‬
‫)‪ (Mode‬ليکلے دے‪ .‬چې(‪ )۳‬صحيح نهـ دے‪.‬‬
‫َد )‪ٰ (Mode‬‬
‫معنی ډکشنری دا کوی‪Mode (mod) method ; Manner; Custom; Style; form, Gradation.:‬‬
‫رواج‪،‬برز‪،‬طريقه‪،‬وضع‪،‬صور ُ‬
‫ت‪،‬رتبه‪.‬‬
‫(‪ )۴‬دا ټکے اصل کښ ې )‪(Mood‬دے‪َ .‬د )‪ٰ (Mood‬‬
‫معنی ډکشنری دا کوی‪.‬‬

‫‪Moode:. Humour. Temper of mind, anger, mood or manner‬‬

‫طبعيت‪ ،‬مزاج‪ ،‬کېفيت‬

‫(‪ )۵‬دې نه عالوه سفر نامې ته ئې انګرېزۍ کښ ې )‪( Travels‬ليکلے چې اصل کښ ې )‪ (Travelogue‬دے‪ .‬ژوند ليک (آپ‬
‫بېتی) ته ئې )‪ (Autography‬ليکلے چې صحيح صورت کښ ې )‪(Autobiography‬ليکلے ش ی‪َ .‬د امريه "ئ" متعلق‬
‫موصوف ليکی ؛ ئ (ياۓ فعلی)‪َ .:‬د "ی" َد پاسه چې َد زورکی عالمت (ء) ولګو لے ش ی نو َد ياۓ فعلی (ئ) شکل ترې‬
‫جوړ ش ی‪ .‬دا به پخوا هم فعل کښ ې په دغه شکل اتعمالېده خو دومره وه چې پخوا به َد ياۓ تانيث "ۍ" کار هم له‬
‫دې اخسےت شۀ‪َ .‬د دې (ئ) َد نوم نه هم واضحه ده چې َد دې استعمال َد فعل يعنی َد کار په موقع وی‪ .‬لکه‪.:‬‬
‫راغلئ‪،‬ليکئ‪،‬خورئ وغېره‪ .‬يا ده دې وی چې ځينې خواص هم دی (ئ) ته َد ياۓ فعلۍ په ځاے "ياۓ امر" نوم ورکوی‬
‫َد کوم نه چې َد هغوی دا مطلب دے چې دا َد حکميه موقعې َد استعمال َدپاره ده يعنی کله چې څوک چاته حکم کوی‬
‫او هغوي َد مثال په توګه صرف دا څو ټکی مخې ته راوړی چې "وخورئ" ‪" ،‬وليکئ" ‪" ،‬راش ئ" ‪"،‬مۀ کوئ" ‪" ،‬پاڅئ" ‪،‬‬
‫"زغلئ"‪" ،‬مۀ ځئ" وغېره‪ .‬خو دغه تنانو ته دې دا خبره مخې ته وی چې َد حکميه کليماتو نه عالوه دا په سواليه‬
‫َ ٔ‬
‫موقعه‪،‬د تاسف په موقعه‪َ ،‬د غوښتنې په موقعه او داس ې په نورو موقعو هم اتعمالېږی نو بيا دغه وخت به ورله‬
‫څۀ څۀ نوم ورکوی‪ ،‬هره خبره خو حکميه (امروالا) نۀ وی‪.‬‬

‫َد مثال په توګه دا څو جملې ګورو‪.:‬‬

‫‪ .۱‬تاسو به ښار ته کله ځئ؟‬

‫‪ .۲‬کۀ تاسو راغلئ نو ډېر به ښۀ وکړئ؟‬

‫‪ .۳‬نن چاے زمونږ سره وڅښ ئ کنه ښۀ؟‬

‫‪ .۴‬جولۍ درته نيسم چۀ نور مم مۀ کړوئ؟‬

‫‪ .۵‬بس نورې قيص ې مۀ کوئ‪،‬راش ئ دلته کښېنئ‪ ،‬ډوډۍ وخورئ بيا ځئ؟‬

‫نو اوس کۀ مونږ َد دې پينځمې جملې نه عالوه په دغه څلورو واړو نظر واچوو نو هېڅکله به هم پکښ ې حکميه‬
‫(امريه) کليمه ونۀ موندلے شو‪ .‬حاالنکې هم دا "ئ" پکښ ې استعمال شوې ده‪ .‬نو ځکه مونږ له ياد ساتل پکار دی چې‬
‫دې ته "ياۓ" امر نه بلکې"ياۓفعلي" وئيل پکار دی‪ .‬او هم دا نوم (ياۓ فعلي) ورته َد باړه ګلۍ په موقع هم کېښودلے‬
‫شوے دے‪ .‬ځکه چې سوليه‪،‬تاسفانه‪،‬غوښتنې والا او حکميه ټولې کليمې (خبرې) فعلی کليمې دی او ټولې په دې (ئ)‬
‫سره ليکلے ش ی‪.‬‬

‫دلته َد نوموړی َد مثالونو نه عالوه کهـ نور مثالونه پېش کړی ش ی لکه‪:‬‬

‫‪ .1‬شاندانه جامې وينځی‪.‬‬


‫‪ .2‬زرولی ام خوړلے دے‪.‬‬
‫‪ .3‬سپوږمۍ چائې څښلې ده‪.‬‬

‫نو دلته دې جملو کښ ې "وينځی" ‪" ،‬خوړلے" اؤ څښلې فعلونه دی اؤ دې کښ ې استعمالې شوې يا ګانې اعنی "وينځی"‬
‫ُ‬
‫کښ ې معروفه "ی" ‪" ،‬خوړلے" کښ ې پرته "ے" اؤ "څښلې" کښ ې مخصوصه "ې" ده‪ .‬نو دلته َد لستونکيو ذهن ته دا‬
‫سوال راځی چې فعلی يا ګانې خو دا ټولې دی‪ .‬نو امريه "ئ" ته فعليه "ئ" وئيل اؤ بيا پهـ هغې دومره کلکېدل څهـ معنی‬
‫لری؟ َد غېر ملفوظه "ہ" متعلق لکيی چې‪ .:‬غېر ملفوظه "ه" ‪ :‬اسنی ليک دود کښ ې َد کليمې َد اخری توری َد زبر په‬
‫ځاے استعمالېږی‪ .‬نن نه تقریبا دوه سوه کاله وړومےب َد دی "ه" استعمال قطعا نۀ وۀ‪( )۷( .‬مشتاق مجروح‬
‫ُيوسفزے‪ ،‬هذا ما کنزتم مخ ‪)۱۳۰‬‬

‫چونکې دا خبره ښاغلی مشتاق مجروح صاحب َد ښاغلی همېش خليل صاحب پهـ حواله کړې ده‪ .‬چې دلته نوموړی َد‬
‫هغې ذکر نهـ دے کړے‪ .‬بايد چې دغه حواله ورکړے شوے وے‪.‬‬

‫َد دې کتاب "دريم باب" َد قافيې" متعلق دے چې پهـ قافيه‪َ .‬د قافيې پۀ حرفونو‪ ،‬حرکتونو اؤ خوبيو خاميو بحث کوی‪.‬‬
‫َ َ‬
‫ر‪،‬بر" دوه حرفی قافيئې دی خوکۀ َد دې نه درې حرفی‪ ،‬څلور حرفی‬‫ر‪،‬غ َ‬ ‫َد "مفردې روی" متعلق نوموړے ليکی چې‪" .‬س‬
‫يا سېوا قافيه راوړلے ش ی خو چې هغه مفرد روی والا وی يعنی صرف اخيرے ټکے ئې يؤ شان وی نو بيا هم يؤ بل سره‬
‫سمې دی لکه َد "سر" ‪" ،‬بر" ‪" ،‬ور" سره " پرهر" ‪" ،‬ځيګر" ‪" ،‬قلندر" ‪" ،‬پېغمبر" ‪" ،‬مازيګر" وغېره‪.‬‬
‫"سر" ‪"َ ،‬بر" اؤ "غر" سره قلندر قافيه لګول صحيح نهـ دی اؤ َد هغې وجه‬ ‫(‪ )۸‬دلته موصوف تېرو تے دے ځکه چې َد َ‬
‫َ‬
‫"سر" ‪"،‬غر" اؤ َ"بر" کښ ې َد "ر" نه ما قبل حرکت زبر دے چې توجيه ورته وئيلے ش ي‪ .‬خو پهـ پښتو ژبه‬ ‫داده چې پهـ َ‬
‫کښ ې قلندر ټکی توجيه زور کے دے‪ .‬چې َد زور نه لنډ اواز لری‪ .‬دا قسمه قافيۍ خپلو کښ ې کګول عېب ګڼلے ش ی چې‬
‫"اقاه" ورته وائی‪َ .‬د زور اؤ زورکی َد فرق واضح کولو لهـ پاره يؤ څو نور مثالونه وړاندې کو لے ش ی‪" ،‬وزر"‪ ،‬غر"‪،‬‬
‫"خنجر" ‪" ،‬سر" خپلو کښ ې قافيې دی اوس دې سره کهـ مونږ "تبر" قافيه راولو نو َد دې قافيې پهـ کښ ې به ښکاره‬
‫فرق محسوس ش ی‪ .‬دلته نورو قافيو کښ ې َد "ر" نه اګاهو زبر دے او "تبر" کښ ې دغه حرکت زور کے دے دا قسمه‬
‫قافيې راوړل عېب ګڼلے ش ی‪.‬‬

‫َد "ردف" متعلق نوموړے ليکی چې‪ .:‬ردف‪ :‬ـ ـ ـ ـ "ردف" لغت کښ ې يو سور پس ې (ناست) بل سور ته وائی‪ .‬او پهـ اصطالح‬
‫کښ ې َد قافيئې حرف دے چې د‪ ،‬دوی نه وړومےب لګېدلے بيا بيا راځی لکه‪ :‬کار‪ ،‬کال‪ .‬مار‪ .‬دار کښ ې " ر" روی ده او َد‬
‫روی نه اول راغلے حرف "الف" دے او هم دا "الف" په دې قافيئو کښ ې "ردف" دے‪ )۹( .‬دلته َد "ردف" متعلق َد‬
‫موصوف دا خبره چې َد قافيې هغه حرف دے چې َد روی نه وړومےب لګېدلے بيا بيا راځی صحيح نهـ ده‪ .‬اؤ دا ځکه چې َد‬
‫"عالم" قافيې واخلو‪.‬دلته دې‬ ‫َ‬ ‫َ‬
‫"ظالم" اؤ ِ‬
‫روی نه اګاهو د قافيې بل حرف هم يبايبا راتلے ش ی‪ .‬د مثال پهـ توګه به مونږه ِ‬
‫قافيو کښ ې "م" روی دے اؤ َد روی نه وړومےب لګيدلے بيا بيا راتلونکے َد قافيې حرف "ل" دے‪َ .‬د ښاغلی َد "ردف " َد‬
‫تعريف مطابق دلته دا "ل" ردف دے‪.‬لېکن داس ې نهـ ده دلته دې قافيو کښ ې "م" روی دے اؤ "ل" َد خپل دے ردف‬
‫ُ‬
‫نهـ ‪.‬دغه شان کهـ چرې بخت‪،‬سخت‪،‬تخت اؤ وخت قافيې واخستلے ش ی‪ .‬نو کهـ چرې َد "څرګندې خزانې" لستونکی دا‬
‫وهـ وائی چې دلته "ټ" روی ده اؤ "خ" َد روی نه وړومےب لګېدلے بيا بيا راتلونکے حرف دے نو دا ردف دے‪ .‬دغه‬
‫ُ‬
‫لستونکی پهـ دی ګرمول نهـ دی پکار‪ .‬خو َد علم قافيې مطابق هغوی غلط دی‪ .‬هغه ځکه چې دې قافيو کښ ې "خ" ياده‬
‫دې وی چې َد ښاغلی ساجد محمد شائق اؤ ممتاز الرشيد نه عالوه چې کوم اقتباسات رانقل کړی شوی َد هغې امالء‬
‫بدله کړې شوې ده‪.‬‬

‫َد ردف متعلق ښاغلے سمندر خان سمندر ليکلی دی چې‪.:‬‬

‫ياد لرئ کهـ چری پهـ قافيه کښ ې َد روی تورے نهـ وی نو هغه قافيه اډو جائزه نهـ ده‪ .‬اؤ کهـ روی پهـ قافيه کښ ې وی اؤ‬
‫پهـ لفظ کښ ې َد روی نه اګاهو َد علت تورے وی اؤ هغه ساکن وی نو دغه علت َد ساکن توری نوم "ردف" دے‪.‬‬
‫(‪ )۱۰‬همايون صياد ليکی چې‪ :‬ـ ـ ـ‬

‫ردف متعلق‪:‬ـ ـ هر کله چې َد روی توری نه اګاهو يؤ ساکن تورے بې لهـ څهـ فاصلی راش ی چې َد دهـ اؤ روی تر مينځه بل‬
‫څهـ تورے موجود نهـ وی اؤ دا ساکن تورے َد عربۍ اؤ َد پښتو َد علت َد تورو (الف‪،‬واؤ‪،‬يا ‪،‬ء‪،‬اؤ ه) َد قبيل ځنې وی‬
‫نو "ردف مطلق" بللے ش ی‪.‬‬

‫(‪ )۱۱‬ممتاز الرشيد ليکی ش ی‪( -:‬لغوی معنی کی پيچهے آنا) اصطالح ميد ردف وه حرف مدہ ےہ جو روی سے پہلے بال‬
‫ُ‬ ‫ٓ‬
‫فاصلہ ائے۔ (‪َ )۱۲‬د دې پوهانو َد بيانو نو نه مونږ ته هغه غلطی پهـ ګته کېږی کومه چې موصوف نه شوې ده‪.‬اعنی‬
‫ردف به ساکن وی اؤ َد علت َد تورو ځنې به وی‪.‬‬

‫َد زائد ردف پهـ حقله موصوف ليکی چې‪" -:‬زائد ردف‪ -:‬کله چې قافيه کښ ې َد علت حرف نه پس او روی نه اګاهو يو‬
‫بل ساکن حرف هم موجود وی نو دغه ساکن جرف ته زائد ردف وائی لکه‪":‬ډانګ" اؤ "پړانګ" قافيئو کښ ې "ګ" روی‬
‫"الف" اصلی ردف اؤ "ن" زائد ردف دے‪ )۱۳( .‬دلته موصوف َدهغو توريو ذکر نهـ دے کړے کوم چې َد زائد ردف لهـ‬
‫"علم قافيه" کښ ې دا توری ښئيلی دی‪ .‬ښاغلے ليکی‪ :‬بس ټول‬
‫باره مخصوص دی‪ .‬سمندر خان سمندر پهـ خپل کتاب ِ‬
‫شپږ توری داس ې دی چې هګه زائد ردګ کېدے ش ی‪ .‬نور نشته اؤ هغه دا دی "ر‪،‬س‪،‬ش‪،‬خ‪،‬ف‪،‬ن‪".‬‬

‫ممتاز الرشيد ليکی چې‪:‬ـ ـ ردف کیلئے یہ چہ حرف مخصوص ہيں۔‬

‫یاد رکہا ۔‬ ‫ےہ۔جسے باسانی‬


‫ِ‬ ‫ش‪،‬ر‪،‬ف‪،‬س‪،‬خ‪،‬ن ِ۔ان کا مجموعہ شرف سخن بنتا‬

‫َد "تاسيس" متعلق ښاغلے ليکی چې‪ :‬ـ ـ کۀ َد مطلعې َد دواړو مصرعو قافيئو کښ ې تاسيس راوستلے ش ی لکه کائق اؤ‬
‫فائق نو بيا به تر مقطعې ټولو قافيو کښ ې تاسيس راوستل پکار وی لکه‪":‬شائق" خو کۀ په مطلع کښ ې يوه مصرع‬
‫کښ ې "الئق" او بله کښ ې "صادق" راوسےت ش ی نو بيا کۀ په باقی قافيئو کښ ې تاسيس نۀ وی نو خېر دے شاعر َد دې‬
‫پابند نۀ دے‪.‬‬

‫(‪ )۱۵‬دلته نوموړی فرمائيلی دی چې کهـ چرې يوه مصرع کښ ې "الئق" اؤ بله کښ ې "صادق" راسےت ش ی نو بيا کهـ پهـ‬
‫ُ‬
‫باقی قافيو کښ تاسيس نهـ وے نو خېر دے‪ .‬حال دا دے چې دا دواړه مؤسس ې قافيې دی‪.‬لستونکيو ته معلومه ده چې‬
‫تاسيس هغه ساکن الف ته وئيلے ش ی چې َد هغهـ اؤ روی تر مينځه يؤ بل متحرک حرف موجود وی کوم چې د خپل‬
‫بللے ش ی نو چې پهـ مطلع کښ ې "الئق" اؤ "صادق" قافيې راسےت ش ی نو بيا څنګه شاعر َد تاسيس پابند نهـ دے‪ .‬ځکه چې‬
‫دې دواړو قافيو کښ ې "الف" تاسيس دے‪.‬اؤ هر کله چې َد مطلعې قافيې مؤسس ې وی نو بيا شاعر َد دې پابند دے چې‬
‫َد مقطعی پورې به هغه قافيې راوړی چې تاسيس لری‪ .‬هن البته شاعر دخيل پابند نهـ دے اؤ هغه ځکه چې "الئق" اؤ‬
‫"صادق" کښ ې دخيل بدل بدل حرفونه دی‪ .‬پهـ "الئق" کښ ې "ئـ ــ" اؤ "صادق" کښ ې "د" دخيل دے‪ .‬اوس کهـيؤ شاعر‬
‫َد دې سره "طارق" قافيه کړی نو صحيح به وی خو کهـ چرې مطلع کښ ې دواړو قافيو کښ ې دخيل يؤ حرف وی نو بيا‬
‫ٔ‬
‫به ارومرو تر َد مقطعی کښ ې هغه يؤ حرف راوړلے ش ی‪ .‬لکه کهـ مطلع کښ ې "طاهر" اؤ "ماهر" قافيې راو تلے ش ی نو بيا‬
‫به شاعر هغه قافيې راوړی چې َد "الف" اؤ "ر" تر مينځه "ه" لری اعنی ظاهر‪ .‬خو کهـ پهـ مطلع کښ ې "طاهر" اؤ‬
‫"جابر" قافيې راوړلې ش ی نو بيا َد شاعر خوښۀ ده هر قسمه قافيې راوړلې ش ی لکه "طاهر" اؤ "جابر" سره "خاطر"‬
‫قافيه راوړې ش ی‪ .‬خو تر څو چې َد تاسهس خبره ده نو َد تاسيس به شاعر پابندی کوی هغه ځکه چې مطلع کښ ې َد‬
‫تاسيس والا قافيې راغلی دی‪.‬البته کهـ چرې يؤ شاعر پهـ مطلع کښ ې "عادل" اؤ ِ"دل" قافيه کړی نو بيا پهـ هغه دا‬
‫"عادل" تاسيس لری اؤ دويمه‬ ‫پابندی نشته چې مؤسس ې قافيې دې راوړی اؤ هغه ځکه چې پهـ مطلع کښ ې يوه قافيه َ‬
‫صل‪ :‬په لغت کښ ې يو ځاے کېدلو‪،‬مالقات کولو ته وائې او‬ ‫قافيه "دل" نهـ لری‪َ .‬د "وصل" متعلق ئې ليکلی دی چې‪َ :‬و ْ‬
‫ِ‬
‫َ‬
‫صل" د قافيې هغه جرف دے چې د روی نه پس يواځې راځی او وروستو ترې "خروج"‪"،‬مزيد " يا‬ ‫َ‬ ‫په اصطالح کښ ې “ َو ْ‬
‫"نائره" نومې يو حرف هم نۀ وی‪.‬‬

‫(‪ )۱۶‬دوه قافيې ( ژړوينه) اؤ (خندوينه) َد مثال پهـ توګه راوړلې ش ی چې "وصل" به هم لری او َد "وصل" نه وروستو به‬
‫نور حرفونه "حروج" ‪" ،‬مزيد" اؤ "نائره" هم لری‪.‬‬

‫وړومبۍ قافيه کښ ې "ړ" روی‪" ،‬و" وصل‪" ،‬ی" خروج ‪" ،‬ن" مزيد اؤ غېر ملفوظه "ہ" نائره ده‪.‬‬

‫دويمه قافيه کښ ې "د" روی‪" ،‬و" وصل‪" ،‬ی" خروج ‪" ،‬ن"مزيد او "ہ " نائره ده‪.‬‬

‫َد "حذو"متعلق ليکلی چې‪ :‬ـ "حذو‪:‬ـ ـ په ردف کښ ې َد الف نه اګاهو "زبر" َد "و" نه اګاهو "پېښ" او َد "ی" نه اګاهو "زېر"‬
‫ته "حذو" وائی لکه‪:‬‬

‫َد نظر تورې درنه زنګ ونۀ کړی‬


‫سترګې ئې نۀ منم چې جنګ ونۀ کړی‬

‫(سائل)‬
‫دلته "زنګ او جنګ" قافيه کښ ې َد "ز" او "ج" حرکت (کوم چې زبر دے) ته َ‬
‫"حذو" وائی‪.‬‬

‫(‪ )۱۷‬غرض دا دے چې دلته خو وړومےب لهـ سره ردف نشته‪ .‬اګاهو حرکات خو ئې ال لرې خبره ده‪.‬‬

‫صياد ليکلی چې‪ :‬بيان َد حذو‪ :‬ـ پهـ لغت کؤې دوو څيزونو برابر برابر راوستلو ته حذو وائی‪َ .‬د‬
‫َد "حذو" متعلق ښاغلے ّ‬
‫حذو اختالف جائز نهـ دے‪ .‬خو چې کله روی متحرکه ش ی بيا جائز دے‪ .‬لنډه دا چې دا حرکت پهـ ردف کښ ې َد "الف"‬
‫نه اګاهو "زور" َد "واؤ" نه اګاهو "پېښ" اؤ َد "ی" نه اګاهو "زېر" وی‪.‬‬

‫(‪ )۱۸‬ښاغلے سمندر خان سمندر ليکلی چې‪ :‬ـ َ"د ردف نه چې اګاهو کرکت وی َد هغهـ نوم "حذو" دے‪ ".‬وړاندې ليکی چې‬
‫" چې َد قيد توری ځنې کوم حرکت اګاهو راځی َد هغهـ نوم "حذو" دے"‬
‫ُ‬
‫(‪ )۱۹‬ممتاز الرشيد ليکی چې‪:‬ـ "حذو‪ :‬ـ ـ دو چيزوں کو برابر کرنا‪ ،‬ردف اور قید سے پہلےجو ھرکت ہو اسے "حذو" کہےت‬
‫ُ‬
‫ہيں۔ جیسے “غبار “ اور "شمار" ميں "ب" اور “م" کی زبر ُ"دور" اور "نور" ميں "د" اور "ن" کی پیش "امير" اور "وزير"‬
‫ميں "م" اور "ز" کی "زېر"‪..‬‬

‫(‪ )۲۰‬د دې تعريفونو پهـ رڼا کښ ې هغه نيمګړتيا پهـ نظر راغله کومه چې موصوف نه شوې وه‪ .‬خالسه دا شوه چې حذو‬
‫َد "ردف" اؤ "قيد" نه اګاهو حرکت ته وئيلے ش ی‪َ .‬د دې کتاب "څلورم باب" َد شعری اضافو دے‪ .‬چې َد ليکونکی َد‬
‫خوارۍ اندازه ترېنه ښه پهـ اسانه کېدے ش ی‪.‬نوموړی ترخپله وسه ايار کړی دے اؤ پهـ شعری اضافو ئې زړهـ پورې‬
‫بحث کړے دے‪ .‬ولې دلته پهـ موصوف دا تنقيد واردېږی چې َد ځينو وعری اضافو مثالونه ئې نهـ دی وړاندې کړې لکه‬
‫برغېزه سذره (دوګانه) اؤ شاعرانه سازش‪َ .‬د کتاب شپږم باب َد "فصاحت اؤ بالغت" متعلق دے‪ .‬کلته َد ټولو نه او لےن‬
‫تنقيد پهـ ښاغلی دا واردېږی چې پهـ دې موضوع َد موصوف نه مخکښ ې ښاغلی مشتاق مجروح کار کړے دے اؤ يوه‬
‫ضخيمه مټاله ئې پرې ليکلې ده چې َد "زرګاڼی" پهـ نوم کتابی شکل کښ ې چاپ ده‪ .‬بايد چې َد دې کتاب حوله ورکړې‬
‫شوې وےس‪ .‬خو لهـ بده مرغه نوموړی داس ې نهـ دی کړی‪َ .‬د تلويح پهـ مثال کښ ې چې ښاغلی َد خان عليون مکان کوم‬
‫شعر سره َد تشريح راوړے دے‪ .‬نو دا شعر پهـ "زرګاڼی" کښ ې َد دې نه مخکښ ې سره َد تشريح چاپ دے‪ .‬خو‬
‫موصوف حواله نهـ ده ورکړې‪.‬‬

‫َد "فصاګت َدپاره عېبونه" عنوان الندې ئې َد خوشحال بابا دا شعر‪:‬‬

‫راښکاره شوه يوه سړۍ‬

‫زړهـ مې پرې بائيلو هغه ګړۍ‬

‫بغېر لهـ حوالې راوړے دے‪ .‬پهـ صنائعو بدائعو کښ ې ئې َد متوازن پهـ مثال کښ ې َد رحمانبابا پهـ حواله دا شعر رانقل‬
‫کړے دے‪.‬‬

‫عاملان پهـ څهـ ګڼی ممنوع‬


‫ٰ‬
‫پهـ قران کښ ې ډېر لفظونه دی مجوع‬

‫دا شعر َد "علی خان" دے‪ .‬ښاغلی پهـ رحمان بابا پورې تړلے دے‪.‬‬
‫(‪ )۲۱‬دې نه عالوه َد صفت معمه‪،‬مربع‪،‬تدبيح‪،‬مراعات النظير‪ ،‬ايهام‪،‬ايهام تضاد‪،‬عکس‪،‬مقابله‪.‬لف ونشر‪،‬غير‬
‫مرتب‪،‬حسن تعليل‪،‬تجاهل عارنامه‪،‬تبليع‪،‬اغراق‪،‬پسخاک‪،‬مجرده توريه توريه‪،‬مرشمه توريه‪،‬براعة الطلب‪،‬‬
‫َد تقسيم صنعت‪،‬تنسيق الصفات‪،‬سوال اؤ جواب‪ ،‬اؤ صنعت تنسيق پهـ کښ ې ئې بغېر َد شاعرانو لهـ‬
‫حوالې وعرونه رانقل کړی دی‪ .‬چې َد نوموړی کمزوری ګڼلے ش ی‪ .‬بايد چې راروان ايډيشن کښ ې َد دې غلطيو‬
‫تصحيح وهـ ش ی ـ ـ ـ‬

‫حوال ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ــې‬

‫‪ .۱‬څرګنده خزانه َد ساجد محمد شائق ص ‪۵۸‬‬


‫‪ .۲‬هم دغه کتاب ص ‪۵۷‬‬
‫‪ .۳‬هم دغه کتاب ص ‪۲۵۱‬‬
‫‪Gem Practical Dictionary English to Urdu Page :472 .۴‬‬
‫‪ .۵‬هم دغه ډکشنری ص ‪۴۷۵‬‬
‫‪.۶‬څرګنده خزانه َد ساجد محمد شائق ص ‪۶۶-۶۷‬‬
‫‪ .۷‬هم دغه کتاب ص ‪۷۶‬‬
‫‪.۸‬هم دغه کتاب ص ‪۸۸-۸۹‬‬
‫‪ .۹‬هم دغه کتاب ص ‪۸۹-۹۰‬‬
‫علم قافيه َد سمندر خان سمندر ص ‪۳۲-۳۱‬‬
‫‪ِ .۱۰‬‬
‫َ‬
‫‪ .۱۱‬ليتکے د همايون صياد ص ‪۳۰‬‬
‫‪ .۱۲‬علم قافيه َد ممتاز الرشيد ص ‪۹‬‬
‫ص ‪۹۰-۹۱‬‬ ‫‪ .۱۳‬څرګنده خزانه َد ساجد محمد شائق‬
‫ص ‪۱۰‬‬ ‫علم قافيه َد ممتاز الرشيد‬
‫‪ِ .۱۴‬‬
‫‪۹۲‬‬ ‫ص‬ ‫‪ .۱۵‬څرګنده خزانه َد ساجد محمد شائق‬
‫‪۹۳‬‬ ‫ص‬ ‫‪ .۱۶‬هم دغه کتاب‬
‫‪۹۴‬‬ ‫ص‬ ‫‪ .۱۷‬هم دغه کتاب‬
‫ص ‪۸۳‬‬ ‫‪ .۱۸‬ليتکے َد همايون صياد‬
‫ص ‪۶۴‬‬ ‫علم قافيه َد سمندر خان سمندر‬ ‫‪ِ .۱۹‬‬
‫ص ‪۲۰‬‬ ‫علم قافيه َد ممتاز الرشيد‬‫‪ِ .۲۰‬‬
‫‪َ .۲۱‬د علی خان ديوان (دانش خپرندو په ټولنه) ص ‪۸۸‬‬

‫احسـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ــان هللا زري ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ــان‬

You might also like