Professional Documents
Culture Documents
اول تكبير :السونه پورته كېږي او تر نامه الندي نيول كېږي .
او په دوهم ركعت كي د ركوع د تكبير سره څلور تكبيره واجب دي په اولو درو تكبيرو كي السونه تر
غوږو پورته كېږي او ايله كېږي ا و په څلورم تكبير كي به بي له السو پورته كولو ركوع ته والړ سئ .
قانون :ياد ولرئ چي په كوم ځاى كي تر تكبير وروسته يو څه ويل كېږي هلته السونه تر نامه الندي نيول
كېږي او په كوم ځاى كي چي تر تكبير وروسته يو څه نه ويل كېږي هلته السونه ايله كېږي().۴
داختر د لمانځه نیت:
فقهاء كرامو فرمايلي دي چه په نيت كي ضروري ده چه انسان په زړه سره د هغه لمانځه اراده وكړي كوم
چه دی ئې ادا كوي البته كه يو څوك په ژبه سره د نيت الفاظ ووايي هم پروا نه لري...
دوهم :به ثناء (سبحنك اللهم )...تر اخره پوري ووايي .
دريم :به درې واره تكبيرونه ووايي او په هر تكبير كي به السونه غوږو ته پورته كوي او ايله كوي به ئې
او د هرو دوو تكبيرو تر مابين به دومره سكوت كوي چي درې تسبيحات پكښي ويل كېدالى سي .
څلورم :سورة فاتحه او قرائت به وائي او ركوع ته به ځي دا ركعت به پوره كړي كله چي دوهم ركعت ته
راپورته سي .
پنځم :نو امام به سورة فاتحه او قرائت وايي او بيا درې واره تكبير وايي پر هغه طريقه چي پورته ليكل
سوې ده په څلورم تكبير سره به ركوع ته والړ سي().۵