You are on page 1of 16

‫بشپړ لمونځ‬

‫‪Ketabton.com‬‬
‫لیکوال ‪ -:‬زاهـــداهلل توحیدیار"ابراهیم زی" اندړ‬
‫‪Email:zahidebrhemzai@gmail.com‬‬

‫کال ه لمریز ‪۵۹۹۱/۹/۵۱ :‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫سریزه‬
‫لمونځ د اسالم دوهم رکن دی چې له الرې یې د بنده او معبود ترمنځ اړیکه ټينگیږي او د یوه رښتیني مسلمان‬

‫د پېژندني له نښانو یوه نښه گڼل کیږي او ډېر ستر حکمتونه لري‪.‬‬

‫لمونځ په رسول اهلل صلی اهلل علیه وسلم او مسلمانانو د نبوت په لسم کال د معراج په شپه د عرش له پاسه د‬

‫اهلل تعالی او د هغه د رسول ترمنځ د مخامخ خبرو له الرې فرض شوی ‪.‬‬

‫اهلل تعالی په گڼو مبارکو ایتونو کې مسلمانانو ته د لمانځه امر کوي لکه څرنگه چې اهلل تعالی فرمایي‬

‫(( َوأَقِي ُموا الصَّالةَ َوآتُوا ال َّزكاةَ َوارْ َكعُوا َم َع الرَّا ِك ِعينَ )) سورة البقرة (‪)34‬‬

‫ژباړه ‪ :‬او لمونځ ترسره کوﺉ ‪ ،‬زکات ورکوﺉ او له رکوع کوونکو سره رکوع کوﺉ‪.‬‬

‫همدارنگه اهلل تعالی په نورو گڼو ایتونو کې هم د لمانځه دکولو په اړه په مسلمانانو امر کوي‪.‬‬

‫لمونځ په اسالم کې ځانگړی او ارزښتناک ځای لري نوباید په ښه توگه ترسره شي ددې دپاره چې لمونځ په‬

‫سمه توگه ترسره کړو نوماهم دا یو وړوکی کتاب چې د لمانځه په اړه دی ستاسو درانه چوپړ ته وړاندي کړ‬

‫او د امکان تر حده پوري مې کوښښ کړی دی چې په روانو او ساده جملوکې مطالب راټول کړم‪ ،‬هیله ده چې‬

‫د لوستونکو د گټي وړ وگرځي‪ .‬څرنگه چې هیڅکله انسان له غلطۍ څخه خالي نه دی نوکه کومه غلطۍ‬

‫را څخه شوي وي بخښنه راته کوﺉ‪.‬‬

‫په پای کې زه زاهداهلل ؛ ابراهیم زی؛ (اندړ) چې اوس مهال د غزني په پوهنتون کې خپلي تحصلي زده کړي‬

‫پرمخ بیایم له اهلل ج څخه ډېر منندوی یم چې ماته یې په دې بوختیاوکې د دې مطالبو د راټولولو او لیکولو‬

‫حوصله راکړه‪.‬‬

‫لیکوال ‪ :‬ستاسو دخیر دُعاگانوته اړ دی‪.‬‬

‫(پاڼه)‬ ‫‪1‬‬ ‫وړاندي کونکی زاهــداهلل توحـیدیار (ابراهیم زی) اندړ‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دپاکۍ پیژندنه‬
‫داوداهس اح کام‬
‫الف ‪:‬هغه کارونه چې اودس پرې ماتیږې هماغه کارونه اودس الزموي ‪ :‬لکه دانسان له دووالروڅخه دکوم شي وتل؛قې‬

‫کول؛خوب کول؛اوداسې نور‬

‫ب‪ :‬داودس دفرضیت دلیل‬

‫په قرانکریم کې اهلل تعالی مؤمنانوته خظاب کولوپه ترڅ کې فرماي‬

‫الصالة فَا ُغ ِسلُوا ُوجُوهَ ُکم واَ ْیدیِ ُکم اِلی ال َمراُفِ ِ‬
‫ق َوا ْم َسحُوابِر ُء ُو ِس ُکم واَر ُجلَ ُکم اِلی ال َکعبَ ِ‬
‫ين‬ ‫یَاایُهَاالذیِنَ ا َمنُواا ُذاقُمتُم اِلی َ‬
‫(المائدة)‪(6‬‬
‫یعنې ‪ :‬ای مؤمنانوکله چې تاسې دلمانځه له پاره پورته کیږﺉ نوبایدچې خپل مخونه ‪ ،‬اوالسونه ترڅنگلوپورې ووینځئ ‪ ،‬په‬

‫سرونوباندې السونه راتیروﺉ ‪ ،‬اوپښې تربیډیوپورې ووینځئ‬

‫داوداسه فرضونه‬
‫داوداسه څلورفرضونه دي‬
‫(‪ )۱‬یوځل دټول مخ پریمنځل‬
‫(‪ )۷‬دږیرې خاللول‬ ‫(‪ )۲‬ترڅنگلوپورې ددواړوالسونوپریمنځل‬
‫(‪ )۳‬دسردڅلورمې برخې مسح کول‬
‫(‪ )۸‬دپښواوالسودگوتوخاللول‬ ‫(‪ )۴‬تربیډیوپورې دپښوپریمنځل‬
‫داوداسه سنتونه‬
‫(‪ )۹‬دټول سرمسحه کول‬ ‫داوداسه (‪ )۱۳‬دانې سنتونه دي چې په الندې ډول دي‬
‫(‪ )۱۱‬دسرپه اوبوسره ددواړوغوږونومسحه کول‬ ‫(‪ )۱‬داوداسه لپاره نیت کول‬
‫(‪ )۱۱‬پرترتیب سره اودس کول‬ ‫(‪ )۲‬دبسم اهلل الرحمن الرحیم ویل‬
‫(‪ )۱۲‬اول ښی اوبیاچپ لوری وینځل‬ ‫(‪ )۳‬ترمړوندنوپوري ددواړوالسومینځل‬
‫(‪ )۱۳‬په یوه غړې پسې سمدستې بل غړی وینځل‬ ‫(‪ )۴‬دری واري خوله مینځل‬
‫(‪)۵‬مســــواک وهل‬
‫(‪ )۶‬دری وارې پوزې ته اوبواچول‬

‫(پاڼه)‬ ‫‪2‬‬ ‫وړاندي کونکی زاهــداهلل توحـیدیار (ابراهیم زی) اندړ‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫داوداسه ماتونکې شیان‬

‫دالندې چارو په ترسره کیدوسره اودس ماتیږي‬

‫(‪ :)۱‬دتشواوډکومتیازوله الروڅخه دکوم شي وتل‬

‫(‪ )۲‬له بدن څخه پداسې شکل سره وینې وتل چې له خپل ځای څخه پاک ځای ته حرکت وکړي‬

‫(‪ )۳‬په ډکه خوله کانگي (قی) کول‬

‫(‪ )۴‬په لیاړوکې په داسې شکل سره دوینې راتلل چې دوینې رنگ زیات وي‬

‫(‪ )۵‬بغیرله شهوت څخه دمنیووتل (چې دمرض یادیخنۍ په سبب وي‬

‫(‪ )۶‬دښځوله سینوڅخه له شیدوپرته نورڅه (اوبه یا وینه ) راوتل‬

‫(‪ )۷‬له ښځې څخه داستحاض وینه راتلل‬

‫(‪ )۸‬مذیواوودیووتل‬

‫(‪ )۹‬په کوموشیانوچې غسل الزمیږي اودس پرې حتماً ماتیږي‬

‫(‪ )۱۱‬ژورخوب‪:‬یعنې داسې خوب چې انسان په بشپړډول خپل کنترول له السه ورکړي لکه په اړخ‬

‫خوب‪،‬ستوني ستاغ اویاپه کوم شي په داسي ډډه وهلو ویدېدل چې که هغه ترې لرې شي نودی به ولویږي‪.‬‬

‫(‪ )۱۱‬په بیهوشوکیدوسره‬

‫(‪ )۱۲‬په نیـــــــشه کیدوسره‬

‫(‪ )۱۳‬دجنازې له لمانځه پرته په هرلمانځه کې په قهقهه خندلوسره‬

‫(‪ )۱۴‬ددووکسانو تناسلي غړې چې دشهوت په حالت کې په داسې توگه یوځای شې چې ترمنځه ېې بل شې‬

‫پرده نوي بې له انزال هــــــــم اودس ماتیږې‬

‫(پاڼه)‬ ‫‪3‬‬ ‫وړاندي کونکی زاهــداهلل توحـیدیار (ابراهیم زی) اندړ‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫غــــسل‬
‫غسل په لغت کې ټول بدن پریمنځلوته ویل کیزي اوداسالمې شریعت په اصطالح کې دشریعت دښودل شوي طریقې سره سم‬

‫دحکمې ناپاکۍ لري کولواویایواځې دثواب حاصلونې په خاطردټول بدن وینځلوته غسل ویل کیږي‬

‫دغسل دفرضیت دلیل‬

‫هللا (ج) فرمایې ‪َ :‬وإِ ْن ُك ْنتُ ْم ُجنُبا فَاطَّهَّرُوا َوإِ ْن ُك ْنتُ ْم َمرْ ضى أَوْ عَلى َسفَ ٍر أَوْ جا َء أَ َح ٌد ِم ْن ُك ْم ِمنَ ْالغائِ ِط أَوْ ال َم ْستُ ُم‬
‫ج َول ِك ْن‬ ‫ص ِعيدا طَيِّبا فَا ْم َسحُوا بِ ُوجُو ِه ُك ْم َوأَ ْی ِدی ُك ْم ِم ْنهُ ما ی ُِری ُد هللاُ لِيَجْ َع َل َعلَ ْي ُك ْم ِم ْن َح َر ٍ‬
‫النِّسا َء فَلَ ْم ت َِج ُدوا ماء فَتَيَ َّم ُموا َ‬
‫(المائدة ‪)۶‬‬ ‫ی ُِری ُد لِيُطَه َِّر ُك ْم َولِيُتِ َّم نِ ْع َمتَهُ َعلَ ْي ُك ْم لَ َعلَّ ُك ْم تَ ْش ُكرُونَ‬
‫يعنې ‪ :‬که دجنابت په حال کې یاست نوپه لمبلوځان پاکړﺉ ‪ ،‬که ناروغان یامسافریاست ‪ ،‬یاتاسې نه کوم څوک له حاجت پوره‬
‫کولونه راشي یا تاسې په ښځوالس لگولې وي ‪ ،‬اواوبه ونه مومۍ ‪ ،‬نوله پاکي خاورې نه کارواخلئ ‪ ،‬پرهغې السونه ووهئ ‪،‬په‬
‫خپلومخونواوالسونوباندې ېې راکاږﺉ‪،‬اهلل ((ج)) نه غواړي چې ژوند درباندې تنگ کړي‪ ،‬خوهغه غواړي چې تاسې سوتره کړي‬
‫اوخپل نعمت پرتاسې پوره کړي ‪ ،‬ښايي شکروېستونکي شئ‬

‫دغسل اح کام‬

‫الف ‪ :‬دغسل فرضونه‬


‫(‪ )۱‬دخولې پریمنځل په داسې طریقې سره چې ستونی هم ورسره لوند شي‬
‫(‪ )۲‬په پوزه کې اوبواچول‬
‫(‪ )۳‬ټول بدن ته په داسې طرېقې سره اوبه رسول چې دوېښته په اندازه ځای هم پکې وچ پاتې نه شي‬
‫دویښتانوبیخونواودنوکانوالندې ځایونوته اوبه رسول هم ضروري دي که دښځی دوېښتانوبیخونوته اوبه رسیدې‬
‫دکوڅیوسپخولوته ضرورت نشته ‪ .‬اوکه سړیودښځوپه څیرکوڅۍ پرېښې وي دهروېښته لمدول پرې فرض دي‬
‫ب‪ :‬دغسل سنتونه‬
‫(‪ )۱‬نیت کول‬
‫(‪ )۲‬لمړی اودس کول‬
‫(‪ )۳‬دواړه السونه ترمړوندونوپورې مینځل‬
‫(‪ )۴‬مسواک وهل‬
‫(‪ )۵‬په ټول بدن درې وارې اوبه تیرول‬

‫(پاڼه)‬ ‫‪4‬‬ ‫وړاندي کونکی زاهــداهلل توحـیدیار (ابراهیم زی) اندړ‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ج‪ :‬دغسل ډولونه‬


‫غسل په درې ډوله وېشل کیږي ‪ ،‬فرض‪،‬سنت‪،‬مباح‬
‫(‪ )۱‬دلویی بې اودسۍ (جنابت ‪ ،‬حیض ‪ ،‬اونفاس) څخه دپاکی په خاطرغسل کول فرض دی‬
‫(‪ )۱‬داجراوثواب په نیت غسل کول سنت دي ‪ ،‬لکه دجمعې دلمانځه لپاره غسل کول‪ ،‬داخترونولپاره غسل کول‪....‬‬
‫(‪ )۳‬له بدن څخه دخیروپاکولواویاپه گرمۍ کې دبدن دیخولولپاره غسل کول مباح دي‬
‫تیمم‬
‫دتیمم پیژندنه‬
‫تیمم په لغت کې قصد‪،‬ارادې‪،‬اوعزم ته ویل کیږي‪.‬اوداسالمې فقې په اصطالح کې له حکمي نجاست څخه دپاکوالي په نیت‬
‫پاکې خاورې ته قصدکول دي‬
‫دحکمي نجاست پیژ ندنه‬
‫حکمي نجاست دناپاکۍ هغه حالت ته ویل کيږي چې چټلي یې په سترگونه ښکاري‬
‫خوشریعت نجس گڼلې لکه بې اودسي ‪،‬جنابت اونفاس اوداسي نور‪...‬‬
‫دتیمم درواوالي دلیل‬

‫عفُوا َغفُورا))(النساء‪۳۴‬‬
‫واص ِعيداطَيِبَافَا ْم َسحُوابِ ُوجُو ِه ُک ْم واَیْدیِ ُک ْم اِنَ هللاَ َاکنَ َ‬
‫((فَلَم تَ ِج ُدوا َماءفَتَيَ َم ُم َ‬
‫یعنې ‪ :‬که اوبه ونه مومۍ نوله پاکې خاورې نه کارواخلئ اوله هغې نه خپل مخونه اوالسونه مسح کړﺉ ‪ ،‬بیشکه اهلل ((ج)) له نرمۍ‬
‫نه کاراخیستونکې اوبخښنه کوونکې دی‬
‫الف‪ :‬دتیمم درواوالي صورتونه‬
‫(‪ )۱‬چې داوبوپیداکولوهیله ختمه شي یادیومیل په اندازه لرې وي‬
‫(‪ )۲‬داوبوپه خواکې دښمن یاکوم ضرري حیوان وي‬
‫(‪ )۳‬دکوهی رسۍ یابوکه نه وي‬
‫(‪ )۴‬که ښځه په کورکې وي له کوره په وتلواواوبوپه راوړلوکې دهغې دغزت اوابروپه خطرکې وي‬
‫(‪ )۵‬اوبووي خودڅښلولپاره ایله بس کیږي‬
‫(‪ )۶‬اوبه وي خودصحت لپاره یقیناً ضرررسوي یاورسره مرض زیاتیږي‬
‫(‪ )۷‬اوبه وي خودضرورت لپاره په گران قیمت ورکول کیږي یاورسره داخستلو وس اوتوان نه وي‬
‫(‪ )۸‬داوداسه یاغسل په کولوسره دداسې لمانځه دتللوویره وي چې قضاء ونه لري لکه دجنازی لمونځ‪ ،‬داخترونولمونځ‬
‫دخسوف اوکسوف لمونځ‬
‫(‪ )۹‬دډیرې کمزورۍ له امله اوبه نشي راوړلی یایې له کوهی نشې راایستلې‬
‫(‪ )۱۱‬که څوک په ریل ‪،‬جهاز‪،‬یابل شي کې سفرکوي اوهغه روان وي نه ودریږی ‪ ،‬اوپه هغو کې اوبه نه پیداکیږي یااودس کول‬
‫ممکن نه وي‬

‫(پاڼه)‬ ‫‪5‬‬ ‫وړاندي کونکی زاهــداهلل توحـیدیار (ابراهیم زی) اندړ‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫(ب) دتیمم فرضونه‬


‫(‪ )۱‬داهلل (ج) درضا له پاره له حکمي نجاست څخه دپاکیدونیت کول‪.‬‬
‫(‪ )۲‬دواړه السونه په خاوره وهل اوپه ټول مخ یې راگرځول‬
‫(‪ )۳‬بیا السونه په خاوره وهل دڅنگلوپه شمول یې په دواړه السونوراگرځول‬
‫(ج) هغه شیان چې تیمم پرې روا یا ناروادی‬
‫په خاوره ‪ ،‬اوهغه شیان چې دخاوري له جنس څخه دي ‪ ،‬لکه رانجه‪ ،‬چونه ‪ ،‬ډبره ‪ ،‬خښته ‪ ،‬سره خاوره ‪ ،‬مرمر‪ ،‬فیروزه ‪،‬‬
‫اوداسې نوروباندې تیمم کیږې‬
‫کوم شیان چې دځمکې له جنس څخه نه دي ‪،‬اویاپه اورکې سوزیږي‪،‬ایره کیږي یاویلې کیږي لکه لرگی‪ ،‬اوسپنه ‪ ،‬سره زر‪،‬‬
‫سپین زر‪،‬مس‪ ،‬زیړ‪،‬شیشه ‪ ،‬قلعی ‪ ،‬جامه ‪،‬فلزات ‪ ،‬سکاره ‪ ،‬کاغذ‪ ،‬نیلون ‪،‬ایره ‪ ،‬اوپالستکی شیان تیمم پری نه کیږي ‪ .‬البته په‬
‫پورتنیوشیانوکه دومره گرد پروت وي چې په الس سره معلوم شي یا دوړه وکړې بیاپرې تیمم روادی‪.‬‬

‫لــمونځ‬
‫لومړی دلمانځه دفرض کېدوشرطونه‬
‫لمونځ پرهغه چا فرض دی چې الندې شریط ولري‬
‫(‪ )۱‬اسالم ‪ :‬پرکافرباندي نشته‬
‫(‪ )۲‬عقل اوهوش ‪ :‬پرلیوني اوبې هوشه ‪ ،‬دبیهوشۍ په حالت کې نشته‬
‫(‪ )۳‬بلوغ ‪ :‬پرکوچنی هلک اوانجلۍ نشته‬
‫(‪ )۴‬دښځې لپاره له حیض اونفاس څخه پاکوالې‬
‫دلمانځه ټول فرضونه (‪ )۱۴‬دانې دي چې په هغوکې (‪ )۷‬خارجې دي هغه خارجې یعنې داچې دلمانځه شرطونه دي او(‪ )۷‬یې‬
‫دخلې دي یعنې دلمانځه ارکان‬
‫الف‪ :‬دلمانځه دصحت شرطونه‬

‫دلمانځه دصحت شرطونه هغه دي چې دصحت لپاره اړین دي که په دغوشرطونوکې یوهم نیمگړې وي لمونځ نه صحیح کيږي‬

‫چې په الندي ډول دي‬

‫(‪ )۵‬دعورت پټوالی‬ ‫(‪ )۱‬له وړې اوغټي بې اودسې څخه پاکوالی‬

‫(‪ )۶‬دلمانځه وقت پیژندل‬ ‫(‪ )۲‬دبدن پاکوالی‬

‫(‪ )۷‬مخامخ قبلې ته دریدل‬ ‫(‪ )۳‬دجامې پاکوالی‬

‫(‪ )۴‬دهغه ځای پاکوالی په کوم ځای چې لمونځ کیږي‬

‫(پاڼه)‬ ‫‪6‬‬ ‫وړاندي کونکی زاهــداهلل توحـیدیار (ابراهیم زی) اندړ‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫(ب) د لمانځه ارکان‬


‫دلمانځه د ارکانوڅخه هدف هغه فرضونه دي چې په لمانځه داخل دي که له دغوارکانوڅخه په یوه کې هم نقصان رامنځ ته شې‬
‫لمونځ فاسیدیږي‬
‫چې دغه ارکان په الندي ډول دي‬
‫(‪ )۱‬دلمانځه لپاره نیت کول‬
‫(‪ )۲‬تکبیرتحریمه ده‬
‫(‪ )۳‬قیام دریدل‬
‫(‪ )۴‬قرائت ویل‪ :‬دفرض لمځونوپه لومړنیودوورکعتونوکې دنفلواوسنتونوپه ټولورکعتونوکې قرائت ویل فرض دی‬
‫(‪ )۵‬رکوع کول ‪ -:‬څرنگه اهلل (ج) فرمایلي دي (یاایهالــذین امنواارکعواوسجدوا(الحج (‪)۷۶‬‬
‫یعنې‪ :‬ای مؤمنانورکوع اوسجده وکړﺉ‬
‫(‪ )۶‬سجده کول‬
‫(‪ )۷‬اخیرقاعده‬

‫دلمانځه واجبات‬
‫دلمانځه دواجباتوڅخه مراد هغه مهم کارونه دي چې په لمانځه کې یې اداکول اړین دي که له دغوکارونوڅخه یوپاتې شي نود‬
‫سهوې سجده الزمیږي اوکه قصداًپرېښودل شي نودلمانځه دفاسیدېدوسبب گرځې‬
‫اوددغه لمانځه بیا راگرځول الزمیږي چې دغه واجبات په الندي ډول دي‬
‫(‪ )۱‬دفرض لمونځونوپه دوولومړنیواودنورولمونځونوپه ټولورکعتونوکې دفاتحې سورت ویل‬
‫(‪ )۲‬دفاتحې دسورت سره دفرض لمونځونوپه ددوولومړنیورکعتونواودنورولمونځونوپه هررکعت کې دبل سورت یوځای کول‬
‫(‪ )۳‬دبل هرسورت نه مخکې دفاتحې سورت ویل‬
‫(‪ )۴‬دقرائت‪،‬رکوع‪ ،‬سجدو‪،‬اوارکانوترمنځ ترتیب ساتل‬
‫(‪ )۵‬قومه یعنې له رکوع څخه له راپورته کیدوورسته سم دریدل‬
‫(‪ )۶‬جلسه یعنې ددواړوسجدوترمینځ په ارام سره کیناستل‬
‫(‪ )۷‬دارکانوتعدیل یعنې رکوع سجده په پوره اطمنان سره اداءکول‬
‫(‪ )۸‬لومړی قاعده‬
‫(‪ )۹‬په دواړوقاعدوکې یوځل التحیات ویل‬
‫(‪ )۱۱‬دامام لپاره په هغولمونځونوکې قرائت په لوړاوازویل چې په جهرویل کیږي لکه دسهارماښام اوسختن لمونځونه ‪،‬اوپه‬
‫هغولمنځونوکې چې قرئت خفیه ویل کیږي خفیه ویل لکه دمازدیگراوماسپښین لمونځونه‬
‫(‪ )۱۱‬دالسالم علیکم ورحمة اهلل وبرکاته په الفاظوسره لمونځ ختمول‬
‫(‪ )۱۲‬دعاقنوت ویل اوپه وترلمانځه کې دقنوت لپاره تکبیرویل‬
‫(‪ )۱۳‬ددواړواخترونودلمانځه تکبیرونه‬

‫(پاڼه)‬
‫‪7‬‬ ‫وړاندي کونکی زاهــداهلل توحـیدیار (ابراهیم زی) اندړ‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دسهوي سج ــده‬

‫که دلمانځه له واجباتوڅخه یوپه سهوه سره پاتې شي نود سهوي سجده الزمیږي چې په الندی ډول ده‬
‫په یوکارکې خ طاکیدوته سهوه ویل کیږي ‪ ،‬په لمانځه کې سهوه دامعنالري چې له یوچاڅخه په لمانځه کې کموالی اوزیاتوالی‬
‫وشي ‪ ،‬ددغې کمي اوزیاتي دجبران لپاره ‪ ،‬په اخره قاعده کې له سالم گرځولووروسته دوه سجدې کول عبارت دسهوې له‬
‫سجدې څخه دی‬

‫دسهوي دسجدې طریقه‬

‫(‪ )۱‬په اخره قاعده کې ترتشهدپوري التحیات ویل‬


‫(‪ )۲‬ښې لوري ته سالم گرځول‬
‫(‪ )۳‬په اطمنان سره دوه سجدې کول‬
‫(‪ )۴‬له سجدوکولووروسته التحیات لپاره کيناستل تراخره د درود اودعاپه شمول دالتحیات ویل‬
‫(‪ )۵‬په اخره کې دواړوطرفوته سالم گرځول‬

‫د سهوي سجده په الندي حاالتوکې الزمیږي‬


‫(‪ ) ۱‬څوک چې دلمانځه په یورکن (فرضو) کې وروسته والی راولي مثالًقیام فرض دی یوڅوک درېم رکعت ته په پورته کیدوکې‬
‫له تشهد وروسته نورهم کینی اودرود شروع کړي یاپه یورکعت کې درې سجدې وکړي‪.‬سجده سهوه الزمیږي‬
‫(‪ )۲‬دلمانځه له واجباتوڅخه کوم یوپه هیره سره پاتې شي مثالًدفاتحی سورت یابل کوم سورت چې دفاتحې پسې وروسته ویل‬
‫کیږي هیرشي یا داچې لومړنۍ قاعده په هیره سره پاتې شي‪.‬سجده سهوه الزميږي‬
‫(‪ )۳‬په واجباتوکې وروسته والی رامنځته کیدل مثالًدفاتحې دسورت سره دبل سورت پیوست کول واجب دی څوک چې‬
‫دفاتحې له سورت څخه وروسته دومره ځنډ چپ ودریږي چې رکوع اوسجده پکې وشي سجده سهوه الزميږي‬

‫(پاڼه)‬
‫‪8‬‬ ‫وړاندي کونکی زاهــداهلل توحـیدیار (ابراهیم زی) اندړ‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د سهوې دسجدې ځینې مهم مسایل‬


‫(‪ )۱‬دفرضو(ارکانو) او واجباتوپه قصداًپرېښودولمونځ فاسد وي په سجده سهوه نه صحیح کیږي‬
‫(‪ )۲‬په یوځل سهوه کیدویا له یوځل څخه زیات سهوه کیدلوسره یواځې یوه سجده سهوه الزمیږي‬
‫(‪ )۳‬که څوک په لومړي رکعت له سورة فاتحی مخکې التحیات شروع کړي سجده سهوه الزمیږي‬
‫(‪ )۴‬که په هیره قومه اوجلسه پاتې شي سجده سهوه الزمیږي‬
‫(‪ )۵‬که څوک سهواًداخرنۍ قاعدې پرځای پنځم رکعت ته پورته شي سجده سهوه الزمیږي‬
‫(‪ )۶‬که له یوچا څخه په فرض لمانځه کې په لومړنیورکعتونوکې دفاتحې سورت سهواًپاتې شي سجده سهوه پرې الزمیږي خوکه‬
‫په ورستیوکې پاتې شي نه الزمیږي‬
‫(‪ )۷‬دالتحیات ‪،‬دعاقنوت ‪ ،‬اوداخترنودتکبیرونوپه هیرېدوسره هم سجده سهوه الزمیږي‬
‫(‪ )۸‬که امام د پټ قرات پرځای جهري اودجهري پرځای خفیه قرات وواېي سجده سهوه پرې الزميږي‬
‫(‪ )۹‬که چاته په لمانځه شک پیداشي چې څورکعته یې وکړل دوه یادرې که دایې لومړی ځل وي بیادي لمونځ له سره وکړي‬
‫اوکه بیابیاورته دغه شک رالویږي نوهماغه کمه اندازه دې په نظرکې نیسي په اخرکې دي دسهوي سجده وکړي‬
‫(‪ )۱۱‬که یوڅوک دامام سره په اخرینورکعتونوکې شریک شي اوبیا دهغورکعتونودراگرځولوپرمهال چې ورڅخه تللې دي سهوه‬
‫شي سجده سهوه پرې واجب ده‬
‫(‪ )۱۱‬که چا د څلورورکعتوفرضوپرځای پردوورکعتوسالم وگرځول بیاور یادشوچې دوه رکعته یې اداکړي دي چاسره دې‬
‫خبرې نه کوي دوه دې نورهم وکړي دسجده سهوې په کولوسره یې لومنځ صحیح شو‬
‫(‪ )۱۲‬که چاباندې سجده سهوه الزمه شوي وي اوپه اخره کې له یاده ووځې اوسالم وگرځوي په وریادېدوسره دې سجده‬
‫سهوه وکړي التحیات به ووایي اوسالم دې وگرځوي‬
‫(‪ )۱۳‬که یومسافرپه څلوررکعتیزلمانځه کې ددورکعتونوپه ځای پوره څلوررکعته وکړي اومنځنۍ قاعده کې کینې نوسجده‬
‫سهوه دي وکړي پدې صورت کې به یې لومړې دوه رکعتونه به فرضواواخرني دوه رکتونه به یې په نفلوکې حساب شي‬
‫(‪ )۱۴‬دامام په سهوې سره پرمقتديانو سجده سهوه الزمیږي ‪ ،‬اودمقتدي په سهوې سره دجماعت پروخت نه پرمقتدي سجده‬
‫سهوه شته اونه پرامام ‪ ،‬بلکې مقتدي به دامام متابعت کوي‬

‫پورته مسائل دفقی مشهورکتاب هدایه کې په تفصیل سره ذکرشوي دي لومړی‬


‫ټـــــــــــــــــــــــــــــــوک ‪43-423/‬‬

‫(پاڼه)‬
‫‪9‬‬ ‫وړاندي کونکی زاهــداهلل توحـیدیار (ابراهیم زی) اندړ‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دلمانځه سنتونه‬
‫د فرایضو او واجباتوترڅنگ په لمانځه کې ځینې نورکارونه داسې دي چې رسول اهلل (صلی اهلل علیه وسلم ) دلمانځه پرمهال په‬
‫دوامداره توگه ترسره کړي دي که څه هم ددغوکارونو ترسره کول دلمانځه دفساد سبب نه گرځي بلکې اجراوثواب لري ځکه‬
‫چې دادرسول اهلل (صلی اهلل علیه وسلم) سنت دي اودسنتو ترسره کول له اجراوثواب څخه تش نه وي دغه سنت کارونه په‬
‫الندي ډول دي‬
‫(‪ )۱‬دتکبیرتحریمه له ویلودمخه غوږونوته د دواړو السونو پورته کول‬
‫(‪ )۲‬دالسونود پورته کولوپرمهال گوتې خالصې پرېښودل‬
‫(‪ )۳‬دتکبیرتحریمه څخه وروسته دنارینه ؤلپاره په نامه اودښځولپاره په سینه باندې السونه اېښودل‬
‫(‪ )۴‬ښې الس په چپ الس اېښودل‬
‫(‪ )۵‬دتکبیرتحریمه ویلو پروخت سرنه ټیټول‬
‫(‪ )۶‬دامام لپاره د تکبیرتحریمه او ارکانوتکبیرونه په لوړاوازویل‬
‫(‪ )۷‬سبحانک اللهم ویل‬
‫(‪ )۸‬اغوذبااهلل ویل‬
‫(‪ )۹‬په هررکعت کې دسورت فاتحې نه مخکې په پټه توگه بسم اهلل ویل‬
‫(‪ )۱۱‬دفرض لمونځونوپه دریم اوڅلورم رکعت کې دفاتحې دسورت ویل‬
‫(‪ )۱۱‬دفاتحې دسورت په ختمیدوسره "امین" ویل‬
‫(‪ )۱۲‬ثناء ‪،‬اعوذبااهلل ‪ ،‬اوبسم اهلل په توگه ویل‬
‫(‪ )۱۳‬په رکوع اوسجده کې لږترلږه درې ځله تسبیح ویل‬
‫(‪ )۱۴‬په رکوع کې سراومالیوشان برابرول‬
‫(‪ )۱۵‬په قومه کې دامام لپاره( سمع اهلل لمن حمده) اودمقتدي( ربنالک الحمد)اودیواځې لمونځ کونکې لپاره داوړه ویل‬
‫(‪ )۱۶‬سجدې ته د تلو پر وخت لمړې زنگنونه په ځمکه لگول بیادواړه السونه بیاپزه او اتندی لگول‬
‫(‪ )۱۷‬په جلسه اوقاعده کې دواړه پښې په داسې شکل درول چې دگوتوسرونه یې قبلې لوري ته برابروي اودواړه السونه په‬
‫زنگنونواېښودل‬
‫(‪ )۱۸‬په ورستۍ قاعده کې دالتحیات څخه وروسته درودشریف ویل‬
‫(‪ )۱۹‬له درودشریف څخه وروسته ماثوره دعاویل یعنې ‪" :‬الهم ربنا"ویل‬
‫(‪ )۲۱‬لومړی ښي لوري اوبیاچپ لوري ته سالم گرځول‬

‫‪10‬‬
‫(پاڼه)‬ ‫وړاندي کونکی زاهــداهلل توحـیدیار (ابراهیم زی) اندړ‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دلمانځه مفسدات‬
‫دلمانځه له مفسداتوڅخه مرادهغه کارونه دي‪،‬چې لمونځ فاسدوي اوباطل یې گرځوي چې په الندې ډول بیانیږي‬
‫(‪ )۱‬په لمانځه کې خبري کول‬
‫(‪ )۲‬دلمانځه په حالت کې قران کریم ته په کتلوسره تالوت کول‬
‫(‪ )۳‬دلمانځه له شرئطوڅخه که کوم شرط پاتې کیدل‬
‫(‪ )۴‬دلمانځه له ارکانوڅخه دکوم رکن پاتې کیدل ‪ ،‬لکه رکوع ‪ ،‬قیام اوداسي نور‪....‬‬
‫(‪ )۵‬دلمانځه له واجباتوڅخه کوم یو واجب په قصدسره پرېښودل‬
‫(‪ )۶‬بې له عذره مرۍ صافول ‪ ،‬اوقصداًټوخیدل‬
‫(‪ )۷‬دتک لیف ‪ ،‬غم ‪ ،‬یاکوم مصیبت له امله ژړاکول ‪ ،‬که دغه ژړاداهلل (جل جالله) وېري وي پروانه کوي‬
‫(‪ )۸‬قصداًیاپه هیره په لمانځه کې خوراک څښاک کول‬
‫(‪ )۹‬په لمانځه کې قدمونه اخیستل یویادوه قدمه داړتیا په اساس اخیستل پروانه لري‬
‫(‪)۱۱‬عمل کثیرکول ‪ ،‬یعنې په لمانځه داسي کارکول چې لیدونکی داسې گومان وکړي چې داشخص لمونځ نه کوي‬
‫(‪ )۱۱‬دقران پاک په تالوت کې داسي ستره غلطي کول چې په معنا کې یې تغیرراشي‬
‫(‪ )۱۲‬په لمانځه کې په قهقهه خنداکول‬
‫(‪ )۱۳‬له دیوال یاکاغذڅخه دلیکلې شوي شي په ژبه ویل‬
‫(‪ )۱۴‬بغیرله امام نه بل چاته فتحه ورکول ‪ ،‬ددواړولمونځ کونکولمونځ فاسدوي‬
‫(‪ ) ۱۵‬له موقع نه وروسته امام ته فتحه ورکول ‪ ،‬چې هغه بل ایت ته تللی وي که امام فتحه وانخلي دمقتدي لمونځ فاسدیږي‬
‫اوکه فتح واخلي دامام لمونځ فاسدیږي ‪ ،‬نومقتدي ته په کارده چې په دغسي حالت کې دفتحې په ورکول عجله ونه کړي ‪،‬‬
‫اوامام ته په کارده چې مقتدیان فتحې ورکولوته اړنه کړي اوسمدستي رکوع ته الړشي‬
‫(‪ )۱۶‬ښځه له سړي سره ترڅنگ برابره ودرېدل ‪ ،‬په دې شرط چې دومره ځنډ ودریږي چې رکوع یاسجده پکې کیږي خوکه‬
‫داسي کومه کوچنۍ نجنلۍ ودریږي چې نفساني میالن ورته نه کیږي یاداچې ددواړوترمنځ پرده وي نولمونځ نه فاسدیږي‬

‫‪11‬‬
‫(پاڼه)‬ ‫وړاندي کونکی زاهــداهلل توحـیدیار (ابراهیم زی) اندړ‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دلمانځه مکروهات‬
‫دلمان ځه مکرهاتوڅخه مرادهغه کارونه دي چې لمونځ خوورسره نه فاسدیږي البته مکروه کیږي ‪ ،‬ځان ساتل ورڅخه په کاردي‬
‫دغه مکروهات په الندي ډول دي‬
‫(‪ )۱‬په سرباندي په داسي توگه څادریابل شی اچول چې دواړه لوري یې په اوږوباندي راځړیږي‬
‫(‪ )۲‬کمیس یاکورتۍ په داسې توگه پرځان اچول چې دواړه لستوڼې یې ځړیږي‬
‫(‪ )۳‬جامې ځانته راټولول اوله دوړوساتل‬
‫(‪ )۴‬دسجدې له ځای څخه بې ضرورته دډبرولرې کول یایوشی پوکول‬
‫(‪ )۵‬له داسې جامې سره لمونځ کول چې په اسالمي ټولنه کې یې خلگ نه خوښوي‬
‫(‪ )۶‬دتشویاډکومتیازوته دضرورت په حالت کې لمونځ کول‬
‫(‪ )۷‬دسړیولپاره دغوټه کړی شویو ویښتانوسره لمونځ کول‬
‫(‪ )۸‬دگوتوڅخه ټقونه وېستل یادالسونوپنجې یوپه بل کې ورکول‬
‫(‪ )۹‬دسترگوپه کونجنوکې یوخوابل خواکتل‬
‫(‪ )۱۱‬په سجده کې څنگلې پرېستل‬
‫(‪ )۱۱‬داسې انسان لوري لمونځ کول چې مخامخ ناست وي که شایې اړولې وي پروانه لري‬
‫(‪ )۱۲‬دداسې جاموسره لمونځ کول چې دساه لرونکي شي عکس ورباندي وي یاپه داسې مصلی لمونځ کول چې دسجدې‬
‫کولوپه ځای دساه لرونکی شي تصویروي ‪ ،‬په داسي ځای کې لمونځ کول چې دسردپاسه ښي یاچپ لوري ته دساه لرونکی شي‬
‫عکس وي‬
‫(‪ )۱۳‬چې په لومړي صف کې ځای وي سره له دی هم وروسته‬
‫صف کې یواځی ودریدل‬
‫(‪)۲۴‬په لمانځه کې په گوتوسره دسورتونو‬ ‫(‪ )۱۴‬په الس یاسر دسالم ځواب ورکول‬
‫یاتسبحاتوشمیرکول‬ ‫(‪ )۱۵‬په پټوسترگولمونځ کول ‪ .‬بغیرله عذره‬
‫(‪ )۲۵‬په خوله کې دیوشي اچول چې‬ ‫(‪ )۱۶‬یواځې په تندي یایواځې په پزه سجده کول‬
‫دقرات مانع نه وي‬ ‫(‪ )۱۷‬په خولۍ یاپټکې یاپه ول سجده کول‬
‫(‪ )۱۸‬بې له عذره په لمانځه کې پلتۍ وهل‬
‫(‪ )۱۹‬بې له اړتیا په لوړځای دامام یامقتدیانو ودرېدل‬
‫(‪ )۲۱‬رکوع ته دښکته کیدوپه حالت کې قرات پوره کول‬
‫(‪ )۲۱‬دلمانځه له سنتوڅخه کوم سنت پرېښودل‬
‫(‪ )۲۲‬دسجدې په حالت کې دواړه پښې له ځمکې نه پورته کول‬
‫(‪ )۲۳‬په فرض لمونځوکې دقران پاک دترتیب خالف قرات کول‬
‫مثال‪.‬په لمړي رکعت کې قل هواهلل احد‪.‬اوپه دویم رکعت کې (تبت) وویل شي‪.‬‬

‫‪12‬‬
‫(پاڼه)‬ ‫وړاندي کونکی زاهــداهلل توحـیدیار (ابراهیم زی) اندړ‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دجنازې لمونځ‬
‫لومړی درنځور په حقوقوقوباندې رڼا اچوو‪:‬‬
‫کله چې یومسلمان رنځورشي باید نورمسلمان دهغه عیادت اوپوښتني ته ورشي ځکه چې داپه یومسلمان باندې دبل مسلمان حق‬
‫دی رسول اهلل (ص) فرمایلي دي ‪ :‬یومسلمان پربل مسلمان باندي شپږحقونه لري اوپه بل روایت کې پنځه حقونه لري له هغونه‬
‫یودادی چې (( واذامرض فعده )) کله چې رنځورشي بایدپوښتنې ته یې ورشي د مریض عیادت ( پوښتنه کول ) دالندي حاالتوپه‬
‫اعتبارجالجالاحکام لري‬
‫الف ‪ :‬که ناروغ دخفلوانوله جملې څخه وي پوښتنه یې فرض عین ده‬
‫ب ‪ :‬که خپلوان ونه لري پرنورومسلمانانویې پوښتنه فرض کفایې ده ‪ ،‬درنځورمسلمان پوښتنې ته ورتلل د‬
‫هغه حق دي باید اداء شي‬
‫ج‪ :‬اوپه عاموحاالتوکې دیورنځورپوښتنه کول مستحب دي‬
‫پورته مسائل په (( سنن ابي داود‪۸ ،‬ج ‪۲۴۸ ،‬ص ‪ ۲۶۹۴ ،‬حدیث ‪،‬کې ذکرشوي دي‬
‫دجنازې دلمانځه احکام‬
‫دجنازې لمونځ فرض کفائي دی فرضیت یې له قران اوسنتوڅخه ثابت اومنکر ورڅخه کافردی‬
‫الف ‪ :‬دجنازې دلمانځه فرضونه‬
‫(‪ )۱‬څلورځله اهلل اکبرویل هرتکبیردیورکعت ځای نسي‬
‫(‪ )۲‬قیام ودرېدل په جنازه کې بې له عذره کیناستل جوازنه لري‬
‫ب ‪ :‬دجنازې دلمانځه سنـــتونه‬
‫(‪ )۱‬نیت کول ‪ :‬یعنې په زړه کې تیرول چې د نارینه یاښځینه ‪ ،‬کوچیي هلک یا انجلۍ جنازه کوي‬
‫چې نیت یې په الندي ډول ده‬
‫ت اِ ْقتَـــ َد‬ ‫ُول َوال ُّدعَآ ُء لِه َذ ْ‬
‫االمـــِي ِ‬ ‫صلو ِة ْال َجنَازَ ِة اَلث َّــنَآ ُء ِلِلِ تعالی َوالصَّلوةُ لِل َّرس ِ‬ ‫ْت اَ ْن اُؤَ ِد َ‬
‫ی ِلِلِ تَ َعالی اَرْ بَ َع تَ ْکبِي َْرا ِ‬
‫ت َ‬ ‫نَ َوی ُ‬
‫اکبر))‬ ‫ــــام ُمت ََو ِجهاالی ِجهَ ِة ْال َک ْعبَ ِة ال َّش ِر ْیفَ ِة (( هللا‬ ‫ْت بِه َذ ْ ِ‬
‫اال َم ِ‬ ‫ی ُ‬
‫ُک‬ ‫ک َو َج َل ثَنَآ ؤ َ‬
‫َک َو َل اِلهَ َغ ْير َ‬ ‫ک َوتَ َعالی َج ُد َ‬
‫ک ا ْس ُم َ‬ ‫ک َوتَبَ َ‬
‫ار َ‬ ‫(‪)۲‬ږحمداوثناویل ( ُس ْبحانَ َ‬
‫ک اللهُ َم َوبِ َح ْم ِد َ‬

‫اصلَّيْتَ َو َسلَّ ْمتَ َوبَا َر ْکتَ َو َر ِح ْمتَ َوت ََر َّح ْمتَ عَلی‬
‫ال ُم َح َّم ٍد َک َم َ‬ ‫(‪ )۴‬درودشریف ویل (اللهُ َم َ‬
‫ص ِل َعلی ُم َح َّم ٍد َّو َعلی ِ‬

‫ال اِب َْرا ِه ْي َم اِن َّ َ‬


‫ک َح ِم ْي ٌد َّم ِج ْي ٌد‬ ‫اِب َْرا ِه ْي َم َوعَلی ِ‬
‫(‪ )۳‬دعاویل‬
‫َاو َذ َک ِرنَا‬ ‫َاو َکبِ ِ‬
‫يرن َ‬ ‫ص ِغيِرن َ‬ ‫الف ‪ :‬دبالغ مړي دعا ( نروي که ښځه ( اللهـــ ُ َّم ا ْغفِـرْ لِ َحيَّـــن َ‬
‫َاو َميَّــتِنَاو َشــــا ِه ِدن َ‬
‫َاوغَائِـــبِنَا َو َ‬

‫ان اللَّهُـــ َّم َال تَحْ ِر ْمنَا‬ ‫ْـــال ِم َو َم ْن ت ََوفَّيْــــتَهُ ِمنَّا فَـــت ََوفَّهُ َعلَی ْ ِ‬
‫االی َم ِ‬ ‫االس َ‬‫َوأُ ْنـــثَانَا اللهُـــ َّم َم ْن أَحْ يَ ْيتَـــــهُ ِمنافَــأَحْ يِ ِه َعلَی ْ ِ‬
‫))‬ ‫ـــــضلَّنَا بَ ْع َدهُ‬
‫ِ‬ ‫أَجْ َرهُ َو َالتُ‬
‫))‬ ‫ب ‪ :‬دنابالغ مړي دوعاچې هلک وي (( اَللهُ َّم اجْ َعلهُ لَنَا فَ َرطا َّواجْ َعلـــــهُ لَنَآ اجْ را َّو ُذ ْخرا َّو اجْ َعلهُ لَنَا َشافِعا َّوم َشفَّعا‬

‫))‬ ‫که انجلۍ وي ‪ (( :‬اللهُ َّم اجْ َع ْلهَا لَنَا فَ َرطا َّواجْ َع ْلهَالَنَآ اَجْ را َّو ُذ ْخرا َّواجْ َع ْلهَا لَنَا َشافِ َعة َّو ُم َشف َّ َعة‬

‫‪13‬‬
‫(پاڼه)‬ ‫وړاندي کونکی زاهــداهلل توحـیدیار (ابراهیم زی) اندړ‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ډالۍ‪:‬‬
‫زه دغه وړوکی کتاب خپل قدرمن پالر جان‬

‫ته ډالۍ کووم ځکه د ژوند په ټولوچاروکې‬

‫له ماسره ډيري هلي ځلي ترسره کړي‪.‬‬

‫‪(14‬پاڼه)‬ ‫وړاندي کونکی زاهــداهلل توحـیدیار (ابراهیم زی) اندړ‬


Get More e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com: The Digital Library

You might also like