Professional Documents
Culture Documents
مساوات
مساوات
مساوات
د خربو او وینا اساس او بنسټ پر مساوات اېښودل سوی دئ .مساوات هغه وخت رامنځ ته کيږي ،چي لفظ او معنی برابره وي.
په الفاظو او معاين کي دقت او له حشوې او زایدو الفاظو ځان ساتنه د معنا د روښانتیا ،رسايي او د اغېزې ښندلو المل ګرځي.
دا سمه ده ،چي مساوات برابري ته وايي او په عادي سبک کي خربو او لیک کي غوره او ارزښتمن دی ،خو د ځينو بالغي پوهانو
په اند په ادبياتو کي ډېر کم وررسه مخامخ کیږو؛ ځکه ادب د ترغیب ،عواطفو او تاثر دنیا ده او باید په ښکيل اغراق يې ښه والی
او بدوالی غوره منعکس يس .له دې کبله او په غالب ګومان يا له هرني ايجاز رسه مخ يو او بیا له هرني اطناب رسه.
په ایجاز کي ذهن د لیکوال په متخیل کالم غوړېږي او پراخېږي او په اطناب کي له هرني انځورونو او تکرارونو څخه پر وجد او
خوند راځي؛ نو مساوات په بنسټیز ډول په غیر اديب ،لکه؛ تاریخي ،علمي سبکونو پورې اړوند دئ ،د بېلګې په ډول؛ د یوې
اصطالح او علمي موضوع په اړه بحث .دا خربه د نظر تر بریده سمه ده ،خو په ادبیاتو کي مساوات ډېري بېلګي لري .رحامن
بابا چي په پښتو ادب کي د یوه ځانګړي اديب ښوونځي رسالری دئ .شعرونه يې زیاتره پر مساوات را څرخي او دا ځکه د سهل
ممتنع تر هرني مقامه لوړ سوي دئ .په دې باب د رحامن بابا له شعره ډېري بېلګي وړاندي کوالی سو؛ لکه:
او یا لکه:
یا هم:
يو بلیغ شخص د خپل مايف الضمري يعني هغه معنا او مفهوم چي په زړه کي يې لري ،د اظهار لپاره له درې الرو ایجاز ،اطناب
او مساوات څخه کار اخيل ،خو دا اړینه ده ،چي په کښې به د مخاطب وضعیت او د خربې ځای او مناسبت په پام کي نیيس.
د مساوات په ډول له يوې خربي که کوم ټکی حذف يس ،د وینا جوړښت ته زیان اوړي او که کوم لفظ زیات يس ،زاید بلل
کيږي .که ځیر سو په مساوات کي الفاظ او معنا یو تر بله په یوه کچه وي .د بالغت د پوهانو په اند د ایجاز او اطناب د تشخیص
لپاره اصل معیار مساوات دئ ،ځکه الفاظ او معناوي يو پر بل زیايت نه وي.
1
په ادب کي د مساوات اړتیا
د بالغت پوهانو په اند مساوات د ایجاز او اطناب لپاره د مقیاس او معیار حیثیت لري .په دې معنا که کومه خربه لنډه وي ،ایجاز
او که له مساوات ډېره وي ،اوږده وي؛ نو اطناب دئ .مساوات د اطناب پر وړاندي ایجاز ته ډېر نژدې ښکاري او کله کله خو
دايس کيږي ،چي په يوه جمله او یا مرسه کي مساوات او ایجاز دواړه وي.
د مساوات او ایجاز د ګډون سرت توکی کنایه ده ،چي سرت بالغي ارزښت لري؛ لکه د عريب کثري الرماد ،یعني د نغري ايرې يې
ډيري دي ،نو کثیر الرماد د ډېرږ ایرو کور ،نو د کوم کور چي ایرې ډېرې وي ،هلته خاشاک ډېر سوځي ډېر اور بلوي ،ډېر اور
بلول د ډېر پخيل په معنی دئ او کوم کور چي ډېر پخلی کوي ،د هغوي میلامنه هم ډېر وي .ډېر مېلامنه لرل سخاوت ،بخشش
او د سخیانو کار دئ .اوس چي د (کثیر الرمادو) الفاظو ته ګورو؛ نو معنا يې ډېري ایرې او مساوات دئ ،خو که معنا ته يې پام
واړوو؛ نو وینو چي ډېره زیاته معنا په ډېرو لږو الفاظو کي ځای سوې ده .ځکه دا کنایه بعیده ده او مطلب ترې په ډېرو واسطو
الس ته راځي؛ نو د معنا له مخي ایجاز سو او په دې توګه په پورته جملو کي ایجاز او مساوات دواړه تر سرتګو کيږي؛ لکه:
( ګوتې په ليمه اېښودل) اصطالح او د قبول ،تسلیم او اطاعت لپاره کنایه ده .ګويت په لیمه اېښودل ،د هجري شعري اعجاز
منل دي ،چي مساوات سو ،خو ایجاز ځکه دئ ،چي ډېره زیاته معنا په لږو کلمو کي ځای سوې ده.
د لري پښتونخوا شاعر ارواښاد ويل محمد توپان د خپل محبوب تګالره له ټويل نړۍ څخه جال بويل ،ځکه نور غله خو د شپې
په توره تیاره کي غال کوي ،خو دا په سپینه ورځ غال کوي .مالک ور ته ګوري او په کتو کتو کي ترې زړه وړي او د بچېدلو ځواک
يې نه لري.
د دې شعر لفظونه نه د مطلب یعنې معنا څخه لږ دي او نه ډېر ،نو ځکه يې مساوات بولو .د نظر نظر تکرار ،د سپین او تور تضاد
او د (سپنې ورځې غال) محاورې دا شعر د بالغت لوړ مقام ته رسولی دئ ،ځکه ویالی سو ،چي مساوات د ایجاز او نورو بالغي
توکو غوندي په شعر او هرني نرث کي اړین دئ؛ تر دې چي که اطناب البته د تطویل پر ضد كه د الزم څرګنداوی لپاره څو
مرسی یا جملې وي ،هلته هم د مساوات خيال ساتل اړین دي .دا درې توکي که څه هم بېالبېل تعریفونه لري ،د ښکال او هرن
په رغاوي کي يې دنده رشیکه ده.
او دا خربه سمه نه ده ،چي مساوات یواځي په علمي او تاریخي لیکنو کي اړین دي .معنا په برابرو الفاظو ادا کول هرن دئ او
(( خري الكالم ما قل و دل )).
کله چي بلیغ لیکوال د کالم د افادې لپاره لږ کالم وړاندي کړي ،چي مفهوم يې زیات وي .لکه رحامن بابا چي وايي:
ښه ده ښه ده دا دنیا
2
چي توښه ده د عقبی
هغه مساوات دي ،چي عام خلګ ئې په خپلو خربو کي کاروي .ځيني متلونه ،وراشې او نور په کښي شامل دي.
مثال :غر که لوړ دئ ،پر رس الر لري .کله چي یو څوک د ستونزو په اړه ږغیږي او بیا مخاطب ته د ستونزو د حل لپاره اطمینان
ورکوي او مقابل د ستونزو په مقابل کي مقاومت ته هڅوي ،نو بیا دغه پورته متل د ثبوت لپاره وايي او مقابل هم قناعت کوي.
که چیري یو مفهموم په لنډو کلمو کي وړاندي يس او همدا کلمې سم پیغام ونه لیږدوې ،اخالل بلل کیږي او د بالغت پوهانو
په نظر غیر مجاز دئ ( .ناګار۳۳۳ -۹۴۳ ،۷۹۳۱ ،مخونه).
(ناګار ،فضل ويل۷۹۳۱( .ل) .معاين :جالل آباد :میهن خپرندویه ټولنه.
3