Professional Documents
Culture Documents
:تصوف ته مخه
امير حمزه شينواري /په ( ١٩٣٠لمریز کال) کال تصوف ته مخه کړه او پخپله به یې په دې اړه داسي ويل،
چي حېرت آباد ته په دغه عشره کي راغلی وم ،يعني پخپله نه وم راغلی ورته را استول سوی وم خو چي
راغلم نو داسي وو لکه چي ما خپله ورکه الر بيا موندلې وي .حمزه صاحب د چشتي طريقت الروی وو.
نوموړی /په دغه وخت کي اجمير شريف ته هم تللی وو او د تصوف /خوندونه یې ليدلي وه .د تصوف د
مکتب پير یې سيد عبدالستار شاه وو او همدغه شاه صاحب حمزه بابا ته د اردو پر ځای په پښتو کي د
شاعرۍ مشوره ورکړې وه .سيد عبدالستار شاه په ( ١٩٥٣لمریز کال) په حق ورسېد /او حمزه بابا یې
يادونه په ( ١٩٦٩لمریز کال) د تذکرة الستارية په نوم کتاب چي په اردو ژبه چاپ سوی /کړې وه .حمزه
ډېره ادبي مطالعه درلوده او د ادبياتو د يو پوه په شان وو .نوموړي د رحمان بابا ديوان په ( ١٩٣٥لمریز
کال) اردو ژبي ته وژباړی .په ( ١٩٣٧لمریز کال) پښتو ادبي ټولنه (بزم ادب پېښور) د سيد عبدالستار/
شاه تر سيوري الندي جوړه سوه او د راحت زاخېلي ،قلندر مومند /او حمزه بابا په شان ډېر غمي د همدې
ټولني غړي او مشران پاته سوي .دوی /به ځای ځای په ښوونځيو /او پوهنځيو /کي مشاعرې کولې ،په دې
ډول به یې د ژبي او ادب خدمتونه کول .په دغه ټولنه کي ډېر ښه شاعران او اديبان روزل /کېدل .داسي
مشاعرې به د رحمان بابا پر ارامځای /هم کيدلې .حمزه شينواري لومړی /ځل په ( ١٩٤٠لمریز کال) د خپل
:يو غزل په اورولو /سره د غزل د بابا لقب خپل کړ .د هماغه غزل يو بيت یې داسي دی
غزل
پرېږده چي لوظونه د دروغو دي رښتیا کړم
ته راته سبا سبا کوه زه به بېګا کړم
توان لرمه دا چي د ماضی نه خراج واخلم
زه به پخوانی سمه ستا مینه به پخال کړم
برند که حوادث دي د وختونو په ککو کي
زه به حوصله هم پښتنه ورته پیدا کړم
ال یې د سپین مخ خالونه شمېرم اوزګار نه یم
پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لوري بیا کړم
ستا په اننګو کي د حمزه د وینو سره دي
ته سوې د پښتو غزل ځوان زه دې بابا کړم