Professional Documents
Culture Documents
خلاصه دروس پشتو صنف دهم
خلاصه دروس پشتو صنف دهم
1
خالصه پشتو صنف دهم
2
خالصه پشتو صنف دهم
3
خالصه پشتو صنف دهم
( پاڼه 51تر ) 55 د بدیع علم – لومړۍ برخه لفظي ادبي صنعتونه :
بدیع :لغوي معنا نوی ،تازه او حیرانونکی شی دی او په ادبی اصطالح هغه پوهنه ده ،چی د وینا او کالم
له ښکال او هغو صنایعو څخه بحث کوی .
عبدهللا بن المعتز په 274هجری قمری کال د بدیع په اړه په عربی ژبه یو مفصل کتاب لیکلی دی.
)2معنوي صنعتونه . )1لفظي صنعتونه ادبی صنعتونه په دوه دوله دی
لفظي صنعتونه :هغه دي چی د وینا ښکال په کلمو پورې اړه ولري .
تجنیس :په لغت کې هم جنس کولو ته وایي او په اصطالح کې هغه ادبي صنعت دی چې د شعر په یو بیت
یا نیم بیتي کې دوې یا زیاتې داسې کلیمې راشي چی په لیک او لوست سره یو شی او دمعنا له مخی یو دبل
سره فرق ولری .
تجنیس دا الندې دولونه لري :
)1تام تجنیس )2ناقص تجنیس )3زاید تجنیس )4مرکب تجنیس )5خطي تجنیس )6مرفوع تجنیس او
نور .
تام تجنیس بیلګه ( :د فراق په ما خوری د زرګی وینی آشنا می نشته هللا می وینی )
قلب :په لغت کی سرچپه کولوته وایي په اصطالح په یوه وینا د دوو یا زیاتو داسې کلمو چې تور یي په
عدد سره یو او په ترتیب کې سره اوښتي وي .قلب په څلور دول دی :قلب کل ،قلب بعض ،قلب مستوی ،
قلب منجنح .
کینه و ماته کری مخ په مخ زلفی په مخ کری خم په خم لکه :
زلفی په مخ کره خم په خم کینه و ماته کری مخ په مخ
المریح :هغه نظم یا شعر ته وایي چې شاعر یوه رباعي داسې راوړي چې عمودي او افقي یو دول ولوستل
شي .
له غمه څه وایم دردمند یم خوار یم دیار له غمه په زره افګار یم
افګار یم خوار یم بیمار یم زار یم په زره دردمند یم هر ګوره بیمار یم
تضمین :د مثال په توګه شاعر د خپل کالم د تقویت له پاره د بل چا د نظم یوه توته نیم بیتی ُ بیت یا څو
بیتونه په خپل شعر یا نظم کی راوري .
که کعبی لره مشکینه قبا راغله لکه :دا په مخ یی د خط لیکه دوتا راغله
دا الندې دولونه لري :ابداع تضمین ،استعانه ،مصرحه ،له تصرف سره تضمین ،بې تصرفه تضمین .
ترصیح :عربي کلمه ده په لغت کې د جواهرو کینولو ته وایي په اصطالح کی هغه صنعت ده چي شاعر
یو بیت په څو برخو ویشي دبلې برخې په مقابل کې داسې راوري
چې په وزن کې سره برابر وی .
4
خالصه پشتو صنف دهم
په زیارت د شهیدانو ګذر بویه په حالت د عاشقانو نظر بویه لکه :
ذوالقوافي :هغه شعر دی چې له دوو څخه زیاتې قافیې ولري او د قافیه تر منځ ردیف هم ولري .
لکه :چا د شرف ورکې د لیال نه جلباب لرې کړ -چا د ژوند سفر کې د حیانه شباب لرې کړ
( پاڼه 57تر ) 63 د بدیع علم – دویمه برخه معنوي صنعتونه :
معنوي صنعتونه :هغه ادبي صنعت دي چي په هغو کې د وینا یا کالم پورې اره لري
طباق :په یو کالم یا شعر کې ،چې متقابل الفاظ لکه تور او سپین یو ځای سره راورل شي ورته طباق
وایي .
اوس یی درومم په ژرا ژرا مزار ته چی یی تلمه په خنداخندا دیدار ته لکه :
مراعات النظیر :کله چی په یو بیت کی دیو څیز یادونه وشي او په بل بیت کی دهغه شي نور مناسبات او
مالیمات وویل شی هغه ته مراعات النظیر وایي .
ژر پري لګه د محبوب د دیدن اوره د زړه شمعه مې د عشق له غوړو ډکه لکه :
لف او نشر :که یو شاعر په یو بیت کي ځینې مطالب په صورت راوړي او په بله مسره کې دهغې هر یو
متعلق په بله معنا راوړي شی لف او نشر ورته وایي .
لکه :مخ که دي ګلشن دی یا څراغ دی یا څور ګل زه باندی بورایم ،یا پتنګ یم یا بلبل
عکس او تبدیل :کله چې شاعر د لومرۍ مسرۍ کلمې په دویمه مسرۍ راوړي او د معنا تضاد ورڅخه
رامنځته شي عکس او تبدیل ورته وایي .
زه به سل کرته در شم که تا یاد کرم لکه :ما په سل کرته یاد کری ته رانغلې
بخیل که کک وروکا وده ته لک وی سخی که لک وروکا وده ته کک وی
حسن تعلیل :د یو وصف لپاره د یو غیر حقیقي ،مګر لطیف او مناسب سبب ،چې شاعر دیو صنعت له
پاره داسې علت پیدا کړي ،چي په اصل حقیقت کې یې سبب نه وي .
د نرګس له السه جام پریوت نسکور شه چی نظر یی د ګلرخ ساقی پر مخ شو لکه :
رجوع :په لغت کې بیرته راګرځیدلوته وایي او هغه ادبي صنعت دی ،چی شاعر یو مطلب څرګند کري او
په وروستۍ جمله یو خاص غرض له پاره خپله کرې خبره باطله کري له خپل مطلب سره وګرځی .
لکه :که ښه وایم و چا ته هم یی بد نیسی په زره کی ـــ یا بخت دی د مغلو یا زما څه عقل کم دی
نه بخت دی د مغولونه زما څه عقل کم دی ـــ دا کل واره پیری ده ،چی می کار درهم برهم دی
5
خالصه پشتو صنف دهم
عارفانه تجاهل :کله چي د یو نزاکت او لطافت لپاره شاعر خپل ځان په یوه شي ناخبره واچوي په داسي
حال چي ښه پرې خبر او ور معلوم وي .
یا زیروتی نه مر دی چی لیده نیم له غره دا دلبر مخ دی چی له شاله نیم لیده شی لکه :
تلمیح :په لغت کي مالګه کولو ته وایي او هغه ادبي صنعت دي چي شاعر په خپل شعر کي یو تاریخی
پیښي او حکایت سره اشاره کوي .
د یوسف د کمیس بوی بس دی یعقوب ته که رقیب می نږدی نه پریږدی محبوب ته لکه :
( پاڼه 65تر ) 68 خیرالبیان :
بایزید روښان په 926هجری قمری کال په هندوستان ( وزیرستان ) زیږیدلی دی.
بایزید روښان د مغولو د مبارزې په بهیر کې په 985هجری قمری کال کې وفات شو.
خیرالبیان په څلور ژبو هم لیکل شوي دي (دری ،پښتو ،عربی او هندي) چي دغه کتاب نوم یي څلور
رساله دي .
په لسمه هجری پیړۍ کې د بایزید روښان ( خیرالبیان ) لیکل شوی دی.
خیرالبیان د موالنا عبدالقدوس قاسمی له سریزې سره په 431هجری قمری مخونو کې خپور شو.
خیرالبیان د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځۍ له خوا په 1353لمریز کال چاپ شو.
د خیرالبیان نسخې چی د کابل پوهنتون له خوا چاپ شوی ده ټول 334مخونو لري.
د خیرالبیان نسخې چې په کابل کې چاپ شوی ده په 1061هجری قمری کال خطاطی شوی دی.
خیرالبیان ( د حیدرآباد د دکن په ساالر جنګ موزیم ) په 1079هجری قمری خطاطی شوې دی.
خیرالبیان ټول څلویښت بابونه لری.
په خیر البیان کې تر 121لویو وړو سرلیکونو الندې راغلې دي.
( پاڼه 71تر ) 74 عبدالرحمان پژواک :
عبدالرحمن پژواک و قاضی عبدهللا زوی دی .
پژواک په 1297لمریز کال د غزنی په والیت کې سترګې نړۍ ته وغړونی.
پژواک ثانوي زده کړه یی په 1314لمریز کال په حبیبه ښوونځي کې پای ته ورسوله.
د پژواک لومړی ماموړیت په 1316لمریز کال د کابل په انجمن پیل شو.
پژواک په 1320لمریز کال د کابل ادبي انجمن مشر شو.
په 1325لمریز کال پژواک د بهرنیو چارو په وزارت کې لوی مدیر شو.
پژواک په 1357لمریز کال له پیښور وروسته له هیواد نه ووت.
پژواک په 1370لمریز کال په زړ بوډۍ او ناروغ حالت پیښور ته الړ.
پژواک په 1374لمریز کال د جوزا په 18هورې په پیښور کې ومړ.
د پژواک اثر کلمه داره روپی په 1337لمریز کال د پښتو ټولني له خوا چاپ شوی ده.
6
خالصه پشتو صنف دهم
7
خالصه پشتو صنف دهم
دوست محمد کاکړ په 926هجری قمری کال یې د غرغښت نامې په نوم په نظم یو کتاب لیکلی.
دوست محمد کاکړ د لسمې هجری پیړی د لومړی نیمیایې شاعر دی.
( پاڼه 99تر ) 102 د لویو جرګو تاریخچه :
زموږ په هیواد کې جرګې په دوه دوله جوریږي :یو په کلیواله او سیمه ییز سطحه دویم لویې جرګې د
میرویس خان په وخت درې لویې جرګې جوړې دي.
د میرویس خان لومړۍ جرګه په 1105هجری قمری کال د کوکړان په کلی کې جوړه شوې وه.
د میرویس خان دویمه جرګه پر 1119هجری قمری کال په مانجه کې جوره شوه.
مزار جرګه ( د میرویس خان جرګو له دله ) هم پر 1119هجری قمری کال په کندهار جوره شوي ده.
د مزار شیر سرخ جرګه په 1747میالدی کال جوړ شو.
د ملی مجاهدینو لویه جرګه په 1841د انګریزانو له یرغل څخه وروسته جوړه شوې وه.
د امیر امان هللا خان د واکمنۍ په مهال 4لویې جرګې جوري شوي دي.
د امان هللا خان لومړی جرګه ( ) 1920کی هیواد او خلک د خپلواکی ساتنې له پاره چمتو کړای شول.
د امان هللا خان په دویمه جرګه کې ( ) 1923کال د هیواد لومړني اساسی قانون تصویب کړ.
د امان هللا خان په دریمه جرګه ( 1924میالدی ) کال کوړني ارډور د آرامولو تدبیرونه ونیول شول.
د امان هللا خان په څلورمه لویه جرګه کې ( 1307هجری شمسی ) کال اروپا ته د امان هللا د سفر پایلې
وڅېرل شوې.
د نادر خان د واکمنۍ په مهال لویې جرګې 1309لمریز کال د هیواد اساسي قانون تصویب کړ.
د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په مهال په 1941میالدی کال لویې جرګې په دویمه نړیواله جګره کې د هیواد
برخه نه اخستلو پریکړه وکړه.
د 1343لمریز کال لویې جرګې د هیواد نوۍ اساسی قانون تصویب کړ.
( پاڼه 105تر ) 108 په پښتو ادب کې لنډه کیسه :
لنډه کیسه د نولسمې پیړۍ په لومړیو دوولسیزی کی په اروپا کې پیل شوې.
لنډه کیسه پښتو ادب ته د لیکنې د یوه ډول په ټولګه د شلمې پیړۍ په دویمه لسیزه کې راغلی.
سید راحت زاخیلی په 1917میالدی کال یې د کونډه نجلی په نوم لومړنۍ پښتو کیسه لیکلې او چاپ کړی
ده.
( د مري پیغام ) کیسه په 1926میالدی کال د میا آزاد ګل له مخې لیکلې شوې ده.
د پوهاند عبدالحی حبیبی ( توریالۍ پښتنه ) پر 1315لمریز کال په طلوع افغان کې خپره شوې ده.
له 1320لمریز کال راهیسې د لنډې کیسې لیکنې په برخه کې بنستیز کار پیل شو.
( پاڼه 111تر ) 113 ادبی لیکونه :
لیکونه په دوه دوله دي :عادي لیکونه ،ادبي لیکونه .
ادبی لیکونه دوه دولونه لري :عام دوله ،فرضی مخاطب لرونکي .
8
خالصه پشتو صنف دهم
9
خالصه پشتو صنف دهم
10