Professional Documents
Culture Documents
د پښتو پنځګونې (ی) ګانې
د پښتو پنځګونې (ی) ګانې
د رسنيو لپاره تر ټولو مهم کار سمه او معياری لیکنه ده ،چې ټول وګړي یې په اسانۍ
ولوستی شي او پرې پوه شي .دلته د دې خبرې څرګندلو هڅه شوې چې سمه ليکنه او
سمه وينا څه ډول ده؟
دا څېړنه د بي بي سي پښتو څانګې امان الله عطا عمران په زيار شوې ده.
د ژبو د زده کړې او يا يې هم د لوست غوړېدا پر وړاندې يوه پېچلتيا د ليکدود ستونزې دي.
دا چې د ګرامر له مخې ګړدود سم شي ،په سمه توګه د (ی) ګانو ويل خورا ډېر ارزښت لري ،او بيا يې د
سم لوست لپاره په امال يا ليکنه کې سمون ډېر اړين دی.
د پښتو (ی) ګانې د عربي د علت توريو او انګرېزۍ د )واول( توريو سره ورته والی لري ،چې د يوې کلمې
غږيزه بڼه جوړوي .پنځه واړه (ی) ګانې تل ساکنې يا بې حرکته وي ،او بڼه يې ترې د مخکيني توري له
حرکته ټاکل کېږي .په يوه وينه يا کلمه کې د ځای له مخې (ی) ګانې په دوه ځايونو کې راځي .دوې (ی)
ګانې (ي ،ې) د کلمې په منځ او پای دواړو ،او درې نورې يې (ی ،ۍ،ئ) تل يوازې د کلمې په پای کې
راځي.
څرګنده (ي :):i
ځای يې د يوې کلمې په پای او هم منځ کې وي .د کلمې د ډول له مخې بيا د نرمې (ی) مفرد نارينه نومونو
او صفتونو جمع يا هم چې له مفرد مخکې (د) راشي ،په بله خبره د اضافت يا ملکيت حالت کې ،د جمع
نارينه فعل او د جمع ښځينه مرستندويه فعل کې همدا (ي) د کلمې په پای کې راځي .خو د ډېرو نورو کلمو
په منځ کې هم راځي چې دغه ( ):iغږ ورکوي.
بېلګه حالت
د سړي ،د منګي ،د جرګې غړي ،له منګي اوبه تويې شوې د مفرد نارينه اضافت ،ملکيت ،يا واټن
حالت
سړي راغلي دي ،عايدات ترالسه کړي دي ،بوټي شنه شوي جمع نارينه فعل
دي
نجونې تللې دي ،مېوې رسېدلې دي جمع ښځينه مرستندويه فعل
تريخ ،نارينه ،ښځينه سيم ،توپير ،اوونيز ،ليک ،وينه د کلمې منځ کې
خو د څرګندې (ي) ليکبڼې په اړه استثنا هم شته ،يو شمېر کلمې چې ډېرې يې نومونه او صفتونه دي ،په
همدې څرګندې (ي) ليکل کېږي ،خو تلفظ او وينه يې ورسره توپير لري.
يو ،يرغل ،سيال ،لويه ،روغتيا، د څرګندې (ي) ليکبڼې استثنائي حالت ،دلته (يـــــ) واول يا علت توری
ستاينه ،سيالني نه بلکې اصلي توری دی
اوږده (ې :)ei
د ښځينه نومونو ،صفتونو او فعلونو په پای کې ،او د نورو کلمو په منځ کې هم راځي .هغه ښځينه نومونه
چې په (ه) پای ته رسېږي ،جمع يا يې د اضافت حالت په (ې) ليکل کېږي.
بېلګه حالت
ښځې ،وړانګې ،تورې ،کوټې ،پاڼې ،ټوټې ،خښتې ،تختې جمع ښځينه
د ښځې ،د کوټې کړکۍ،د تختې رنګ،له غونډې راغی ،د د مفرد ښځينه اضافت ،ملکيت يا واټن
سترګې ليد حالت
مېنه ،پېښه ،بېل ،مېړانه ،تېر ،ډېر ،هېر ،کېږي ،رسېږي د کلمې منځ کې
د ځای له مخې تل د کلمې په پای کې وي ،خو ترې مخکينی توری يې يا الف يا هم زور ،زورکی ،واو ،او
پېښ لري او د کلمې د ډول له پلوه بيا په نارينه نومونو ،صفتونو او فعلونو کې وي.
بېلګه حالت
د مخکيني توري پېښ د مخکيني دمخکيني توري الف يا زور ()a
()o توري
زورکی ()ə
دغه (ی) په پښتونخوا کې په پرته (ے) هم ليکل کېږي .پرته (ے) چې باور دی سرچينه يې اردو ژبه وي،
هغه غږونه پرې ليکل کېږي چې په افغانستان کې په نرمه (ی) ويل کېږي ،خو په پښتونخوا کې په اوږدې يا
ښځينه (ې) ويل کېږي.
سپوږمۍ ،نجلۍ ،تورپېکۍ ،ازادۍ ،خپلواکۍ ،خوشالۍ ،شتمنۍ ،زورواکۍ، ښځينه نومونه
واکمنۍ (جمع/مفرد)
د دې (ئ) غږ ښځينه (ۍ) ته ورته يا دواړه يو ډول غږونه دي ،چې تل يې مخکينی تور زورکی لري خو
توپير يوازې کلمه کې دی .همزه لرونکې (ئ) د جمع حالت کې ډېر وخت د امر يا غوښتنې فعل او تل په پای
کې راځي.
بېلګه حالت
ووځئ ،وليکئ ،وخورئ ،مه راځئ ،مه ليکئ امر فعل (جمع)
ژوندي اوسئ ،عذر مو ومنئ ،بښنه وکړئ د هيلې او غوښتنې فعل (جمع)