Professional Documents
Culture Documents
د بدیع علم
د بدیع علم
د بدیع علم
چې دوینا اوکالم له ښکال او هغوصنایعو څخه د بدیع لغوي معنا نوی تازه او حیرانونکی شی دی او په ادبي اصطالح کې هغه پوهنه ده
بحث کوی چې نظم اونثر ته ښکال وربښي.
د بدیع دعلم وضع کونکی عبدهللا بن معتز دی .نوموړی په (۲۷۴ه ق ) کال په دې اړه په عربي ژبه یو مفصل کتاب (البدایع) تالیف کړو
او ورو ورو دغه پوهنه نورو ژبو ته خپره شوه.
د بدیع د علم موضوع فصیحه اوبلیغه ادبي وینا ده هغه څه ته چې د بلیغې وینا د ښکال سبب کیږي ادبي صنعتونه وایي ،ادبي صنعتونه
په دوه ډوله دی :لفظي او معنوي
لفظي صنعتونه
هغه دي چې د وینا ښکال په کلموپورې اړه ولري .که دغو کلمو ته د معنا په خوندي ساتنه بدلون ورکړو د وینا ښکال له منځه ځي.
د لفظي صنعتونو شمیر زیات دی ،د ځینو نومونه یې دادي :تجنیس اودهغه بیال بیل ډولونه ،قلب ،توشیح ،ذوالقوافی ،اشتقاق ،ترصیع،
سیاق اعداد ،المربع ،تکرار ،تضمین ،معما ،منقوط ،غیر منقوط ،سجع اوداسې نور.
۱ـــ تجنیس :په لغت کې هم جنس کولو ته وایي اوپه اصطالح کې هغه ادبي صنعت دی چې د شعر په یو بیت یانیم بیتي کې زیاتې داسې
کلمې راشی چې په لیک اولوست کې ټولې سره یو شي او یا یو څه سره ورته اوپه معنا کې سره بیلې وي.
تجنیس الندې ډولونه لري:
۱ــ تام تجنیس ۲ــ ناقص ۴ــ مرکب ۳ــ زاید ۵ــ مکررــ مطرف ۶ــ خطي تجنیس
تام تجنیس :هغه تجنیس دی چې شاعر په خپل کالم کې داسې دوې کلمې راوړي چې شکل یې یو او معنا کې سره بیلې وي.
فراق په ماخوري د زړګي وینې
اشنا مې نشته هللا مې ویني
په پورته بیت کې (وینې ) د دري (خون) معنا ورکوي ،اوپه دویم کې (ویني) د لیدو ښکارندوینه کوي .نو ځکه تام تجنیس بلل کیږي.
چې د چا په زړه کې اور د مینې بل شي
په اوربل یې لمبې ګډې حال یې بل شي
په پورته بیت کې لومړۍ نیم بیتي کې اور د (آتش) په معنا دی .اوپه دویم نیم بیتي کې اوربل د ښځو د ټیکري په معنا دی.
ناقص تجنیس :هغه تجنیس دی چې د متجانسو کلمو شکل یو او معنایې بیله وي؛ خو په حرکاتو کې توپیر ولري ،لکه:
د یار غم راسره څه وایم چې څه کړې
تل مې وینې د زړه روي لکه روی
چې پخوا ترقضا خپله رضا غواړي
بیهوده په لوټو ولې آسمان ولي
د لومړي بیت په دویمه مسره کې لومړی (روی) د رودلو په معنا دی؛ خو دویم (روی) د یو ډول کوچني حیوان په معنا دی ،په دویم بیت
کې دویمه مسره کې لومړی (ولی) د پوښتنې ضمیر دی او دویم (ولی) د ویشتلو معنا ورکوي.
تا چې راته وکړه ښه وینا راته پسته
زه دې جار شم تر دې خولې لکه پسته
په پورته لومړي نیم بیتي کې (پسته) د وروسته (دیر) په معنا سره راغلی دی اوپه دویم نیم بیتي کې (پسته) د پستې په معنا سره راغلی
دی.
1
آدرس آموزشگاه :سرک وبستان اکبل ،مقابل کوچه وبستان هتیه و تریتب :انجنری عتیق اهلل قیویم
د بدیع عمل
مرکب تجنیس :هغه تجنیس دی جې دمتجانسو کلمو څخه یوه کلمه بسیطه اوبله یې مرکب وي ،تجنیس په دوه ډوله دی .متشابه او
مفروق مرکب
الف ـــ متشابه مرکب :هغه دی چې بسیط او مرکب کلمه دواړه یو ډول شکل ولري؛ لکه :احمد شاه بابا وایي
ستا پرمخ باندې اوربل دی
بل په ګوګل دی ځکه مې اور
په لومړۍ مسره کې (اوربل) د تندي ویښتانو یا پیکي ته وایي او یوه بسیطه کلمه ده خو په دویمه مسره کې (اوربل) له (اور) او (بل)
څخه یوه مرکبه کلمه ده چې اور او بل بیلې معنا ګانې لري.
ب ـــ مفروق مرکب :هغه تجنیس دی چې بسیطه کلمه د بسیطې او مرکبه د مرکبې شکل ولري لکه:
چې په سترګو څراغ و ویني پتنګ
څو ونه مري له ژونده وی پتنګ
په پورته بیت کې پتنګ بسیط (په تنګ) مرکب کلمه ده.
زاید تجنیس :چې دمتجانسو کلمو څخه د یوې کلمې په سر یامنځ یا پای کې یو توری زیات راشي لکه:
خوب له یار سره هم د عاشق نشې
چې یې یار په بل دیار وي څه به خوب کا
په پورته بیت کې (یار) کلمې سره متجانسې دي؛ خوپه دویمه مسره کې د دال د اضافه کیدلو سره (دیار) جوړ شوی دی چې ،د ځای
یاکلي معنا ورکوي.
په ساده حسن جمال سره رنګینه
د رنګین حسن په ګوته کې نګینه
مکررتجنیس :هغه تجنیس ته وایي چې شاعر د خپل شعر په پای کې دوه داسې متجانسې کلمې څنګ په څنګ راوړي چې د لومړی کلمې
په سر کې یو یا څو توري زیات وي لکه:
بوی د زلفوچې مې تیر شي تر مشام شام
و بلبل ته مې د زړه ږدي ګل اندام دام
په خندا به سور کفن له قبره پاڅم
دا مسیح که مې واخلي په دشنام نام
له دیداره یې محروم پیرمحمد مه شه
هغه ورځ چې دلربا کا دا انعام عام
مطرف تجنیس :هغه تجنیس ته وایي چې متجانسې کلمې په خط کې سره یوشي یعنې پرته له ټکو څخه یو ډول شکل و لري لکه :چې په
تورو سترګو تور رانجه شي پورې
توشیح :هغه ادبي صنعت ته ویل کیږي چې د شعر دبیتونو یا مسرو لومړی توری سره یو ځای شي له هغه څخه نوم مسره بیت یا کومه
جمله جوړه شي ،لکه:
ګمراهانو سره مه ګډوه ځان فرمایلي دي نبي آخرزمان
بل خبرې ته غوږ مه ږده د نادان له فضولو برکارانو صحبت مه ګړه
2
آدرس آموزشگاه :سرک وبستان اکبل ،مقابل کوچه وبستان هتیه و تریتب :انجنری عتیق اهلل قیویم
د بدیع عمل
3
آدرس آموزشگاه :سرک وبستان اکبل ،مقابل کوچه وبستان هتیه و تریتب :انجنری عتیق اهلل قیویم
د بدیع عمل
پورته بیت د بیدل هشنغري دی ،مګر لومړی نیم بیتي یې د حمید راخیستی دی ،د حمید د شعر ټول بیت په دې ډول دی:
ګو یا مخ لره دې توره بال راغله دا په مخ یې د خط لیکه دوتا راغله
بیدل لومړی نیم بیتی تضمین کړی دی.
۵ــ ترصیع :عربی کلمه ده په لغت کې د جواهرو کینولو ته وایي ،په ادبي اصطالح کې هغه صنعت دی چې شاعر خپل یو بیت په څو
برخو ویشي .هره برخه د بلې برخې په مقابل کې داسې رواړي ،چې په روی او وزن کې سره برابروي .لکه رحمان بابا وایي.
په حالت دعاشقانو نظر بویه
په زیارت دشهیدانو ګذر بویه
په دې بیت کې (حالت ،زیارت( )،عاشقانو،شهیدانو) او(نظر ،ګذر) یو د بل په مقابل کې راغلي دي.
یا:
دلبران یې خادمان خرقه بدوش شول
سروران یې غالمان حلقه بګوش شول
څوک چې دنیا غواړي هغه رنځور دی
څوک چې عقبا غواړي هغه مزدوردی
۶ــ ذوالقوافی:هغه شعر دی چې له دوو څخه زیاتې قافې ولري او که د قافیو ترمنځ ردیفونه هم ولري نو بیا یې ذوالقوفی مع الحواجب
بولي .لکه:
چا د شرف ورکی د لیال نه جلباب لرې کړ چا د ژوند سفر کې د حیانه شباب لرې کړ
په پورته بیت کې (ورــ سفر) (لیالــ حیاء) او(جلباب ــ شباب ) دقافې کلمې دي او(لرې کړــ لرې کړ) یې د ردیف په توګه راغلي دی.
معنوي ښکالوې
معنوي صنعتونه هغه صنعتونه دي چې په هغو کې د وینا یا کالم ښکال په معنا پورې اړه لري .که کلمې ته د مانا په ساتنه بدلون ورکړو
بیاهم ښکال پرخپل ځای پاتې کیږي.
دمعنوي صنعتونو شمېر زیات دی خو دځینو نومونه یې دادي ،تضادیا طباق ،ایهام ،لف نشر،عکس وتبدیل،عارفانه تجاهل ،التفات،
جمع،تفریق،مراعات النظیر ،ارسال المثل ،تعجب ،اغراق ،تکرارحسن ،متحمل الضدین،مبالغه،حسن تعلیل ،تنسیق الصفات،
استدالل،مخاطبه ،هجو،رجوع او داسې نور.
طباق االضداد
طباق په لغت کې یوځاى کولوته وایي او په اصطالح کې طباق االضداد هغه ادبي صنعت دى چې شاعر په خپل کالم کې دوه مخالفې
معناوې راوړي .نوموړي صنعت ته تضاد،تناقض ،اومطابقت هم وایي اوپه درې ډوله دى (.)۱:۱۱۱
چې یې تلمه په خندا خندا دیدارته
اوس یې درومم په ژړا ژړا مزار ته
×××
زه په سرو سترګو ژړا کړم چې ته درومې
ته له ماچې رخصتېږې په خندا ځې
4
آدرس آموزشگاه :سرک وبستان اکبل ،مقابل کوچه وبستان هتیه و تریتب :انجنری عتیق اهلل قیویم
د بدیع عمل
په پورته لومړي بیت کې خندا او ژړا کلمې راغلې دي او په دویم بیت کې هم د خندا او ژړا کلمې راغلې دي .څرنګه چې دواړه مخالفې
کلمې دي نو طباق بلل کیږي.
ورځ و شپه دې له فراقه خالي نه یم
هم مخفي درپسـې ژاړم هم په جهر
په دې بیت کې د (ورځ او شپه) دکلمو ترمنځ تقابل یاتضاد موجود دی ،چې شپه تیاره او (ورځ) رڼا وي .دغه نسبتي صفتونه (رڼا او
تیاره) چې په شپې او ورځ پورې اړه لري هم سره ضد واقع شوی دی ،یا په همدې بیت کې د (مخفي او جهر) کلمې چې طباق یې بولو.
یا په دې الندې بیت کې:
یا دعبدالقادر خان ختګ په دې بیت کې چې وایي:
په خندا خندا چې تلمه یې دیدار ته
اوس یې درومم په ژړا ژړا مـزارته
همدارنګه په پورته شعر کې په لومړي نیم بیت کې د (خندا) کلمه د دویم نیم بیتي د (ژړا) ،چې دا هم طباق ګڼل کېږي.
یا:
خوشحالي د یار ژوندون ،خفګان یې مرګ دی
مرګ او ژوند دواړه پیښیږي آشـنا یې کــې
په لوړ بیت کې (خوشحالي او خفګان) کلمې سره په تقابل کې واقع شوي دي ،همدا ډول په دویم نیم بیتي کې د (مرګ او ژوند) کلمې سره
د طباق صنعت جوړوي.
الف:نوموال طباق:
که چېرته طباق د دوه وو نومونو تر مینځ موجود وي نوموال طباق یي بولي
لومړۍ بېلګه :
ښه وینا مې بدشوله ،نن ګورم عــالم ته
ځکه چې نه تول شته نه تمیز د تور اوسپین
په پورتني بیت کې ګورو چې په دویمه مصرع کې د (تور) او (سپین) کلمې سره په تضاد او تقابل کې واقع شوې دي چې طباق صنعت
بلل ګیږي.
دوهمه بېلکه:
څــوبــدرنــګ ورځــنــې خــپــلــه ښــکـال اخـلي
راڼـــــه ستــــوري د اســــمان مــې خــبــرکــړي
د پورته بیت په (بد رنګ او ښکال) کیلمو کې نوم وال طباق راغلی دی.
دریمه بېلګه:
د دیــدنــو نــو ورځــې شــپــې الړې
لــکــه د بــنــد مــستــې څـــپې الړې
په پورته بیت کې د (ورځې اوشپې ) کلیمو کې نوموال طباق راغلی دی.
ب :کړوال (فعلي) طباق :که چېرته طباق د دوه وو فعلونو ترمنځ راغلى وي ،کړوال(فعلي) طباق ورته وایي
5
آدرس آموزشگاه :سرک وبستان اکبل ،مقابل کوچه وبستان هتیه و تریتب :انجنری عتیق اهلل قیویم
د بدیع عمل
لومړۍ بېلګه:
ځــمــه راځــم خــدایــه دا ښــکلــى بیاپه څه خفه دى
چـــــــې نه راګـــــــــــوري او نــه زما ســــالم اخلي
په پورته بیت کې د(ځم اوراځم) په کلموکې کړوال(فعلي) طباق راغلى دى ،څرنګه چې دواړه فعلونه دي نو ځکه ورته کړوال (فعلي)
طباق وایي .
دویمه بېلګه :
جانـان مـې ژاړي او که خاندي زه پرې نه پوهېږم
ګــــرځي راګرځي میـــنه نه کــوي په قار ګــرځي
په پورته بیت کې د(ژاړي اوخاندي ) په کلمو کې طباق راغلى دى څرنګه چې دواړه فعلونه دي نو ځکه ورته کړوال (فعلي) طباق وایي.
دریمه بیلګه:
که هرڅوپه جارو پاڅي په جارکښـــیني
چې د بل په در کښې کښینې په دار کښیني
په دې بیت کې چې د پاڅیدلو او کښیناستـلو فعلونه راغلي او یو د بل پر وړاندې تقابل کې واقع دي ،نو ځکه ورته فعلي طباق ویل کېږي،
ټولول،کښیښول ،د زرو ،ښځې کاندي
ورکول ،بازل وي خـوی خصلت د نرو
په وروستي بیت کې ګورو چې د (ټولول ،کښیښول) دساتلو ،ذخیره کولو او جمع کولو په مانا فعلي کلمې راغلې دي چې د ښځو خصلت
ګڼل کېږي ،همدا ډول د (ورکول ،بازل) فعلي کلمې چې مصرف کولو او نه ساتلو په مانا ذکر شوي دي چې په دواړو نیم بیتوکې راغلي
فعلونه یو د بل په مقابل کې واقع شوي دي چې ورته فعلي طباق ویلی شو.
ج -ایجابي سلبي طباق :ایجاب په لغت کې د قبلولو په معنى دى او سلب په لغت کې د منفي په معنى دى په ادبي اصطالح کې هغه
طباق دى چې د دوه داسې فعلونو ترمینځ وي ،چې د یوې مادې څخه د مثبت او منفي په ډول راغلى وي (.)۱:۱۱٤
لومړى بېلګه :
خــداى تــه نــور وګــوره چــې مــه راګــوره
ســـــــتا دنــــظر نــه زمــا زړه چـــاودلـــــې
په پورته بیت کې د (وګوره او مه راګوره )په کلمو کې طباق راغلى دى ،څرنګه چې دواړه فعلونه دي او د یوې مادې څخه د مثبت
اومنفي په ډول راوتلي دي نو ځکه ورته ایجابي او سلبي طباق وایي.
دویمه بېلګه :
دا پـــاک خــیــالــونــه رانــه مــه لــوټــوه
یــو څــو بــه درکــړمــه ټــول نــه درکــوم
په پورته بیت کې (درکړمه او نه درکوم ) په کلمو کې طباق راغلى دى څرنګه چې دواړه فعلونه دي او د یوې مادې څخه د مثبت اومنفي
په ډول راوتلي دي نو ځکه ورته ایجابي او سلبي طباق وایي.
6
آدرس آموزشگاه :سرک وبستان اکبل ،مقابل کوچه وبستان هتیه و تریتب :انجنری عتیق اهلل قیویم
د بدیع عمل
مراعات النظير
د مراعات النظیر نور نومونه هم شته لکه :تناسب ،توفیق ،اتالف ،تلفیق او ایهام التناسب اوپه ادبي اصطالح کې مراعات النظیر دېته
وایي چې دوه یا ډېرداسې لفظونه سره یوځاى کړي چې تضاد ،ونه لري بلکې سره ورته وي او یاڅه مناسبت سره ولري
لومړۍ بېلګه :
ســــتامکــــېزونـواداګـانـــو او خنـــــداته کــــېنو
چــې ته رخــصت شې خوږه یــاره بیابه چاته کېنو
په پورته بیت کې(مکېزونه ،اداګانې ،اوخندا)متناسبې کلیمې راغلې دي نوځکه ورته مراعات النظیرادبي صنعت وایي.
دویمه بېلګه :
مــونږلــوڅـې پـښې ببرسرونه اومات ګوډالسونه
مــــونـږ په خــواږه بدن د اوسپــنوګــولۍ خوړلــې
په پورته بیت کې (لوڅې خپې ،ببرسرونه اومات ګوډ السونه )متناسبې کلیمې دي نوځکه ورته مراعات النظیرادبي صنعت وایي.
درېمه بیلګه:
د جـانـان نـوم دې رانه هیرکړ ساقي څه دې وکړه
چـلـم د چـرسـو جـام د بـنګو په مـونږه لوبې وکړې
په پورته بیت کې (چلم ،چرس ،جام ،بنګ) متناسبې کلمې دي نو ځکه ورته مراعات النظیرادبي صنعت وایي.
یو په دوه کړه صیاد دمخ سرخي دې د
ای بهاره نه د ګل نه د بلبل شـــوې
په لوړ بیت کې راغلې کلمې د (بهار)( ،ګل) او (بلبل) چې سره یو منطقي تناسب لري ،مناسبات او مالیمات یې په لومړي نیم بیتي کې
هم ذکر شوي دي ،ورته مراعات النظیر صنعت وایي.
په دې بیت کې :یا
د بیلتانه سـره مې جنــګ دی
د صبرتوپ د زړګي برج ته خیږومه
په پورته بیت کې د (صبر اوزړه) کلمې او د (توپ ،جنګ ،برج) کلمې چې ټولې له بیلتانه سره د جنګ جګړې او مبارزې له پاره ذکر
شوې دي سره یو تناسب لري .نو ځکه ورته مراعات النظیرصنعت ویلی شو.
لف ونشر
لف په لغت کې راټولولو او نشر په لغت کې خورولوته وایي او د ادبي فنونوپه اصطالح کې لف ونشر هغه ادبي صنعت دى چې شاعر په
یونیم بیتي کې یابیت کې ځیني مطالب د اجمال په ډول راوړي او په دویم نیم بیتي یابیت کې یې تفصیل راوړي
لف و نشرپه دوه ډوله دی
مرتب لف ونشر :که تفصیل د اجمالي ذکر سره په ترتیب کې برابروي مرتب لف ونشر یې بولي .لکه:
مخ دې ګلشن دی یا څراغ دی یا سورګل
زه باندې بورا یم یا پتنګ یم یا بلبل
لومړۍ بېلګه
7
آدرس آموزشگاه :سرک وبستان اکبل ،مقابل کوچه وبستان هتیه و تریتب :انجنری عتیق اهلل قیویم
د بدیع عمل
8
آدرس آموزشگاه :سرک وبستان اکبل ،مقابل کوچه وبستان هتیه و تریتب :انجنری عتیق اهلل قیویم
د بدیع عمل
په پورته بیت کې د زلفو سرمناسب مار او د ابرو مناسب لړم دی مګر شاعر لړم او مار په ترتیب سره نه دي ذکر کړي په دې نسبت
غیر مرتب لف و نشربلل کیږي.
دویمه بیلګه
ستا له زلفو له رخساره له سرو شونډو
پیداشوی شام شفق اوصبح دم دی
په پورته بیت کې له زلفو سره مناسب شام له رخسار سره صبح او له شونډو سره مناسب شفق راغلی دی او ترتیب یې وړاندې وروسته
دی نو غیر مرتب لف ونشر پکې موجود دی.
مخ د دلبــر دی ،زلفې پرې بانــدې
که تور سنبــل دی ،ګـالب ترې الندې
زده کونکي دې و وایي چې یاد بیت ولې غیر مرتب لف و نشر بلل کېږي؟
تورې زلفې شنه خالونه ،سره رخسـار
شنه طوطیان دی ،سره ګلونه تور ښامار
عکس اوتبديل
که د لومړۍ فقرې یا نیم بیتي کلمې په دویمه فقره یا نیم بیتي کې سره واوړي او د معنى تضاد ترې پیداشي ،عکس او تبدیل ادبي صنعت
ورته وایي
ماپه سل کرته یاد کړې ته رانغلې
زه به سل کرته درشم که تایاد کړم
سخي که لک ورکا و ده ته کک وي
بخیل که کک ورکا و ده ته لک وي
لومړۍ بېلګه
دا ځــلــه بــدل لــیـونـى ګـورمـه
دا ځــلــه بـدل لـــیونـى شـوى یــم
په پورته بیت کې د لومړي نیم بیتي د کلمو په اړولو سره عکس او تبدیل ادبي صنعت راغلى دى .
دویمه بېلګه
اختر په هغـو وي چـې څـوک په زړه پرهر نه لري
چــې څـوک پرهـر پـه زړه لـــري هـغه اختر نه لري
د پورته بیت د لمړي نیم بیتي د کلمو په اوښتو سره د دواړو نیم بیتیو تر مینځ د معنى تضاد راغلى دى نو ځکه ورته د عکس او تبدیل
ادبي صنعت وایي .
مینه کله حسن شي ،حسن کله مینه شـــي
کله چې زه ته ښکارم .کله چې تـه زه ښکارې
(حمزه بابا)
9
آدرس آموزشگاه :سرک وبستان اکبل ،مقابل کوچه وبستان هتیه و تریتب :انجنری عتیق اهلل قیویم
د بدیع عمل
په پورتني بیت کې ګورو چې په لومړۍ مصره کې (مینه کله حسن شي) او (حسن کله مینه شي) برخې سره اوښتې دي .لومړی مینه،
حسن بلل شوې او ورپسې بیا حسن ته مینه ویل شوې ده ،دواړه سره برعکس ماناوې افاده کوي.
څنګه وخت ؤ چې به دواړه په یو بل کې ورکیدلـئ
شوګیرې به وې په شپو کې ،کله شپې په شوګیروکې
په دې بیت کې هم په درېیمه مصره کې (شوګیرې او شپې) او همدارنګه (شپې او شوګیرې) فقرې سره اوښتي چې د مانا تضاد ځنې
تبدیل ویل کېږي راپیښ شوی دی ،ځکه ورته عکس او
حسن تعليل
حسن په لغت کې ښکال ته وایي او تعلیل په لغت کې د دلیل په راوړلو د یوه مطلب ثابتولو ته وایي ،په اصطالح کې حسن تعلیل هغه
ادبي صنعت دى چې شاعر د یو طبعي صفت لپاره داسې سبب پیدا کړي چې په حقیقت کې هغه سبب نه وي ،ولې د لطافت او باریکۍ
پیدا کولو په وجه یې هغه ته نسبت کیداى شي.
چې نظر یې د ګلرخ ساقي پرمخ شو
د نرګس له السه جام پریوت نسکور شه
که دې پورته ته وګورو نو دهغه محبوب لیدنه ،چې د شرابو جام هم په الس کې ولري ،د نرګس پرګل دومره اغیزه کوي چې خپل جام
یې له السه پریوځي او نسکوریږي.
یا:
و غړوه سترګې زلفې لرې د رخسار کړه
ستالیدو ته ریږدي لمر په پاڼو کې د ګلو
لومړۍ بېلګه
سـپـوږمـۍ اوچـتـه پـه کـنـډو شــي بـېرته سـر پناکړي
خــــــولېونـــۍ ښکال د یـــار د زوره نــــه پرېـــووځي
دا طبعي خبره چې سپوږمۍ خداى (ج) راخېژوي او بېرته یې پناکوي ،د نوموړې خبرې درد لپاره شاعر دلیل راوړي چې خبره داسې
نه ده سپوږمۍ زما د یار ښکال ته نه رسېږي او زما یار څخه شرمېږي نوځکه پناشي .
دوهمه بېلګه
څــو بـدرنـګ مـې وژړیـي څـوښـکـلـو تـه وخـاندم
خـــیال تـه مـې غـزل راشـي وزانـګـي راوزانـګـي
دا طبعي خبره ده چې ،شاعر د خلکو د رنځونو او تکلیفونو څخه متاثره کېږي اوشعرلیکي خو؛ دلته شاعر وایي داسي خبره نه ده زه چي
بدرنګ ووینم خفه شمه او چي ،کله ښکلي ووینم خوشحاله شم بیاغزل لیکم .
رجوع
رجوع په لغت کې بریته راګرځیدلو ته ویل کیږي او په ادبي اصطالح کې هغه صنعت دی چې یو څوک یوه خبره یا مطلب یو وار اظهار
کړی او بیا په وروستي جمله یانیم بیتي کې د یوه خاص غرض لپاره خپله خبره باطله کړي او د خپل مطلب څخه وګرځي رجوع بلل
کیږي.
10
آدرس آموزشگاه :سرک وبستان اکبل ،مقابل کوچه وبستان هتیه و تریتب :انجنری عتیق اهلل قیویم
د بدیع عمل
11
آدرس آموزشگاه :سرک وبستان اکبل ،مقابل کوچه وبستان هتیه و تریتب :انجنری عتیق اهلل قیویم
د بدیع عمل
12
آدرس آموزشگاه :سرک وبستان اکبل ،مقابل کوچه وبستان هتیه و تریتب :انجنری عتیق اهلل قیویم