Professional Documents
Culture Documents
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق
ﺧﻮږ ﺷﺎﻋﺮ ،ﺳﺘﺮګﻪ ور ﻟﻴﻜﻮال او ﻳﻮ ښﻪ اﻧﺴﺎن
اﻧﺘﺴﺎب
دا ﻛﺘﺎب ﭘﻪ ﺟﺪا ﺟﺪا ﺣﻮاﻟﻮ زه دَ ﭘښﺘﻮ ژﺑﻲ ﻫﺎﻏﻪ ﻧﻮﻣﻮړو ﻟﻴﻜﻮاﻻﻧﻮ ،ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ،ادﻳﺒﺎﻧﻮ او
ﻧﻘﺎداﻧﻮ ﺗﻪ اﻫﺪاء ﻛﻮم ﭼﺎ ﭼﯥ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ادب ﻛﯥ وﺧﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ دَ ﻗﺪر وړ اﺿﺎﻓﯥ ﻛړي دي ،ﺑﻠﻜﻪ دې ﺳﺮه ﻳﯥ دَ
ﻣﻌﻴﺎر دَ ﻳﻮ اﻋﻠﻰ رواﻳﺖ ﺑﻨﻴﺎد ﻫﻢ اﻳښﻰ دى -
ـــــــــــــــ
دَ ﺧﺪاﺋﻰ ﺑﺨښﻠﻲ ﻏﻨﻲ ﺧﺎن ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﺗﺨﺌﻴﻞ ﻳﯥ زﻣﺎ ﻓﻜﺮ ﺗﻪ ﻫﺮ ځﻞ ﻳﻮه ﻧﻮې رڼﺎ ﺑﺨښﻠﯥ ده -
ـــــــــــــــ
دَ ﭘښﺘﻮ دَ ﻧﺎول دَ ﻫﻐﻪ ﻧﺎوﻳﺎﺗﻪ ﻓﻜﺮ ﻟﻴﻜﻮﻧﻜﻮ ﻣﺤﺘﺮم ﺳﻌﺪاﻟﺪﻳﻦ ﺷﭙﻮن ،ډاﻛټﺮ ﺷﻴﺮ زﻣﺎن ﻃﺎﺋﺰى او
ښﺎﻏﻠﻲ ﻏﺎزي ﺳﻴﺎل ﭘﻪ ﻧﻮم ...دَ ﭼﺎ ﻧﺎوﻟﻮﻧﻮ ﭼﯥ ﭘښﺘﻮ ﻧﺎول ﺷﺘﻪ ﻛړى دى -
ـــــــــــــــ
دَ ﭘښﺘﻮ ژﺑﯥ ﻫﺎﻏﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻟﻴﻜﻮﻧﻜﻮ ﭘﻪ ﻧﻮم ﭼﯥ دَ ﭘښﺘﻮ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﺧﺎﺋﺴﺘﻪ رواﻳﺖ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻓﻜﺮ او
ﻫﻨﺮ ﭘﺎﻟﻠﻰ دى ....ﺳﺘﺮ ﺧﻮﺷﺤﺎل ﺧﺎن ﺧټﻚ ،ﺧﺪاﺋﻰ ﻳﺨښﻠﻰ ﺣﻤﺰه ﺷﻴﻨﻮاري او ښﺎﻏﻠﻰ ﻃﺎﻫﺮ آﻓﺮﻳﺪي -
ـــــــــــــــ
دَ ﺟﺪﻳﺪ ﻃﺮز اُﺳﻠﻮب ﻟﺮوﻧﻜﻮ ښﺎﻏﻠﻲ ﺑﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ ﻛﺎروان ،ﻣﻠګﺮي ﻋﻨﺎﻳﺖ اﷲ ﺿﻴﺎ ء ،ﻣﯧﺮﻣﻦ ﻧﺠﻴﭙﻪ
ﺳﺎراﺑﻴﺎﺑﺎﻧﻲ او ﺳﻌﻴﺪ ګﻮﻫﺮ ﭘﻪ ﺷﺎن دَ ﻫﺎﻏﻪ ﻟﻴﻜﻮﻧﻜﻮ ﭘﻪ ﻧﻮم ﭼﯥ دَ ﻋﻼﻣﺖ ﭘﻪ ﺧﻮږه ﭘﺴﺘﻪ اﺷﺎره ﻛﯥ دَ زړه ﻟﻮ
ژوﻧﺪ ﺧﺒﺮه ﻛﻮي-
ــــــــــــــ
دَ ښﺎﻏﻠﻲ ﺳﻠﻴﻢ راز او ګﺮان ﻣﺤﺘﺮم اﻳﺎز داؤدزﺋﻰ ﭘﻪ ﻧﻮم ....ﭼﯥ دَ ﻛﺮه ﻛﺘﻨﯥ ﭘﻪ ﻓﻦ او ﻫﻨﺮ ﻗﺪرت ﻟﺮي
ـــــــــــــــ
او ﭘﻪ ﺗﯧﺮه دا ﻫﺮ څﻪ ....
دَ ﺷﻠﻤﯥ ﺻﺪۍ دَ ﻫﺎﻏﻪ ﺳﺘﺮ ﻧﻘﺎد ﭘﻪ ﻧﻮم ﭼﯥ ﭘﻪ ادﺑﻲ دُﻧﻴﺎ ﻛﯥ دَ ﻗﻠﻨﺪر ﻣﻮﻣﻨﺪ ﭘﻪ ﻧﻮم ﺧﭙﻠﻪ ﺑﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ
ﻟﺮي او ﭼﺎ ﭼﯥ ﭘښﺘﻮ ژﺑﯥ او ادب ﺗﻪ ﭘﻪ ډﯦﺮه راﺳﺘۍ ...دَ ﺧﭙﻞ ﻓﻜﺮ او ﻋﻠﻢ ﻳﻮه ﻧﻮې ﻻره ورﻛړې ده -
-----------ﻗﻤﺮ راﻫﻲ
) دَ اﻳﺎز داوْدزﺋﻲ دَ ﻫﻐﯥ ﺗﺎﺛﺮاﺗﻲ ﻣﻀﻤﻮن ﭘﻪ ﺗﺎﺛﺮ ﻛﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ دَ ﻛﺘﺎب " دا ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ
ﻣﻮﺳﻢ دى" دَ ﻣﺦ ﻛﺘﻨﯥ ﭘﻪ دﺳﺘﻮره ﻛﯥ ﭘﻪ اووﻳﺸﺘﻢ اﭘﺮﯦﻞ 2004ﭘﻪ اﻛﺎدﻣﻲ ادﺑﻴﺎت اﺳﻼم اّﺑﺎد ﻛﯥ
اوروﻟﻰ وو او ﻣﺎ ﻟﻪ ﺋﯥ ﻫﻢ دَ دﻏﻪ ﻣﻀﻤﻮن ﻳﻮ ﻧﻘﻞ راﻟﯧږﻟﻰ وو(
- ١ﺑﻼﺋټﺲ او ﺳﯧﻔﻮ ..دَ ﻧﻦ ﻧﻪ څﻪ دﭘﺎﺳﻪ دوه ﻧﻴﻢ زره ﻛﺎﻟﻪ ﻣﺨﻜﯥ دوه ﺷﺎﻋﺮاﻧﯥ ﭼﯥ دَ زړه ﺧﺒﺮي ﺋﻴﯥ دَ
ﺷﺎﻋﺮۍ ﻣﻮﺿﻮع وه او ﺷﺎﻳﺪ ﭘﻪ وړوﻣﺒﻲ ځﻞ دَ ﭘﯧﻐﻠﺘﻮب دَ ادراﻛﺎﺗﻮ او اﺣﺴﺎﺳﺎﺗﻮ ذﻛﺮ ﺋﯥ ﭘﻪ وﺿﺎﺣﺖ او
ﺻﺪاﻗﺖ ﺳﺮه ﺧﭙﻠﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﻛړى وو -دَ ﻫﻐﻮئ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ دَ ﺟﺮات اﻇﻬﺎر ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ راﻏﻠﻲ دي -
ﻗﻤﺮ راﻫﻲ
دَ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ دَ ﻟﻴﻚ ﻟﻮﺳﺖ ﺷﻮق دَ ﻛﭽﻪ ﻋﻤﺮ ﻧﻪ دَ ﺟﻨﻮن ﺣﺪ ﺗﻪ رﺳﯧﺪﻟﻰ وو -دَ ﻛﭽﻪ ﻋﻤﺮ ﺷﺎﻋﺮي ﺋﯥ ،
دَ ﻟﻴﻚ ﻟﻮﺳﺖ او دَ ﭘﯧښﻮر ،ﻛﻮﺋټﯥ او ﻛﺎﺑﻞ رﯦډﻳﻮ ﺳټﯧﺸﻨﻮﻧﻮ ﻧﻪ دَ ﻧﺸﺮﻛﯧﺪوﻧﻜﻮ ادﺑﻲ ،ﺛﻘﺎﻓﺘﻲ او ﺗﺠﺰﻳﺎﺗﻲ
ﭘﺮوګﺮاﻣﻮﻧﻮ دَ اورﯦﺪو دَ ﻋﻤﻞ دَ ﻛُﻮﻣﻲ ﻧﻪ اوزﯦږﯦﺪه -او دَ ﻋﻤﻮﻣﻲ ﻗﺒﻮﻟﻴﺖ او ﺗﺤﺴﻴﻦ ﻣﻘﺎم ﺗﻪ اورﺳﯧﺪه -دَ
"ﺷﭙﻮن ..ﺷﭙﻮل او ﺷﭙﯧﻠۍ" اوﻟﻨۍ ﻣﺠﻤﻮﻋﻪ ﺋﯥ زﻣﺎ ﻟﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻧﻪ ده ﺗﯧﺮه ﺷﻮى ..ﺧﻮ ﻧﻮرې دوه ﻣﺠﻤﻮﻋﯥ "
ﺧﻮ ﺗﻪ ﺧﺒﺮې ﻛﻮه" او " دا ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ ﻣﻮﺳﻢ دى" ﻣﺎ ﻟﻮﺳﺘﻠﻲ دي -دَ دې اّﺧﺮي ﻛﺘﺎب "دا ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ ﻣﻮﺳﻢ
دى" ﻣﺦ ﻛﺘﻨﻪ دَ اﺳﻼم اّﺑﺎد دَ اﻛﺎدﻣﻲ ادﺑﻴﺎت ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻫﺎل ﻛﯥ ﭘﻪ 27م اﭘﺮﯦﻞ 2004دَ اﻛﺎدﻣﻲ او دَ اﺳﻼم
اّﺑﺎد ﭘښﺘﻮ ﺳﻮﺳﺎﺋټﻲ ﭘﻪ اﺷﺘﺮاك ﺷﻮى وه -ﭘﻪ دﻏﻪ ﻛﺘﺎب ﻣﺎ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻣﻮﻗﻌﻪ څﻮ ﺧﺒﺮې ﻛړي وې -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﭘﻪ
دې ﻟﻴﻚ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﯥ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ دَ ﻧﻮرو وﺋﻴﻠﻮ ﺣﺎﺟﺖ ﻧﻪ ګڼﻢ -دﻏﻪ ﻟﻴﻚ دَ ﭘښﺘﻮ اﻛﯧډﻣۍ ﭘﯧښﻮر ﭘﻪ "ﭘښﺘﻮ"
ﻣﺠﻠﻪ ﻛﯥ ﭼﺎپ ﺷﻮي وو -دَ ادب ﻣﺌﻴﻨﺎﻧﻮ ﻛﻪ ﻧﻪ وي ﻟﻮﺳﺘﻠﻰ ﻧﻮ اوس دي اوﻟﻮﻟﻲ ..ﭼﯥ دَ ﻫﻐﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ
وارداﺗﻮ دَ وﺳﻌﺖ ارزښﺖ او ﻣﻌﻴﺎر ﻧﻪ ﭘﻪ ښﻪ ﺷﺎن ﺧﺒﺮ ﺷﻲ -دَ دﻏﯥ دﺳﺘﻮرې ﻧﻪ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﺳﺘﻨﻪ راﺗﻠﻮ ،ﻧﻮ
ﺟﻬﺎن ګﺮد اﻓﻀﻞ ﺷﻮق زه ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﻮټﺮ ﻛﯥ ﻛﻮرﺗﻪ دَ رﺳﻮﻟﻮ دﭘﺎره ﻛښﯧﻨﻮﻟﻢ -ﺷﭙﻪ وه ..ﺗﯧﺰ ﺑﺎران وو او ﺟړق
ﺷﻮ ﭼﯥ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ګﺎډې دَ ځﺎن ﻧﻪ وړاﻧﺪي ګﺎډۍ ﺳﺮه اوﺟﻨګﻮﻟﻮ ..دواړه ﺑﭻ ﺷﻮ -ﻣﺎ وﺋﻴﻞ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ!!
دَ ﺷﺎﻋﺮ او ﺑﻴﺎ ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﺷﺎن دَ اّﻓﺎﻗﻲ ﺷﺎﻋﺮ ﻓﻜﺮ ﻫﻢ ﻟﻜﻪ ﺳﺘﺎ ﺳﯧﻼﻧﻰ وي -ﻧﻮ ښﻪ وه ﭼﯥ ګﺎډې اوﺟﻨګﯧﺪو ﺧﻮ
ﻣﻮﻧږ ﻫﻢ ﺑﭻ ﺷﻮ دواړه -ګﺎډۍ ﻫﻢ ﺑﭻ ﺷﻮه -ﺷﺎﺋﻴﺪ ﺳﻌﻴﺪګﻮﻫﺮ ﻫﻢ راﺳﺮه ﻧﺎﺳﺖ وو -دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺧﺒﺮې ډﯦﺮي
ﭘﺴﺘﯥ وي ..ﺗﻪ ﺑﻪ واﺋﯥ ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ﺑُﻠﺒﻞ ﭼﻐﯧږې -ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ټﻮﻟﻪ ﻻره ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ دَ ﻣﺰې ﺧﺒﺮې ﻛﻮﻟﯥ -
ﺑﻴﺎ څﻪ ﻣﻮده ﭘﺲ ﭘﻪ ﻛﺎﻛﺎ ﺻﺎﺣﺐ ﻛﯥ دَ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ دَ ورور دَ واده وﻟﻴﻤﻪ وه -ﻧﻮ زه دَ ﺧﭙﻞ وراره ﻋﻨﺎﻳﺖ
اﷲ ﺿﻴﺎء ﺳﺮه دَ ﭘﯧښﻮر ﻧﻪ ﻛﺎﻛﺎ ﺻﺎﺣﺐ ﺗﻪ ﻻړم -ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ادب ورك ﻟﯧﻮﻧﻰ ﻋﺒﺪاﻟﻜﺮﻳﻢ ﺑﺮﻳﺎﻟﻰ دَ ﻛﻮﺋټﯥ ﻧﻪ دَ
ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ﭘﻪ دﻋﻮت ځﺎن را رﺳﻮﻟﻰ وو -ﭘﻪ دﻏﻪ ﻣﻮﻗﻌﻪ ﻧﻮر ﻫﻢ دَ ﭘښﺘﻮ ﻟﻴﻜﻮال او ﺷﺎﻋﺮان ﻣﻮﺟﻮد وو -ښﻪ
وﺧﺖ ﺗﯧﺮ ﺷﻮ -ﺧﻮ ﻛﻮﻣﯥ ﺧﺒﺮې ﭼﯥ ﻣﺎ ﻟﻪ ډﯦﺮ ﺧﻮﻧﺪ راﻛړو ..ﻫﻐﻪ دَ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ دَ واﻟﺪ ﺻﺎﺣﺐ ﻣﻴﺎن ﻣﻈﻬﺮ ﺷﺎه
ﻛﺎﻛﺎﺻﺎﺣﺐ ادﺑﻲ او ﻋﺎﻟﻤﺎﻧﻪ ﺧﺒﺮې وې -ﻫﻐﻪ ټﻮل ﻣﻮﺳﻜﺎ ﻣﻮﺳﻜﺎ ټﻮل ﻣﻴﻨﻪ ﻣﻴﻨﻪ وو -ﻫﻐﻪ دَ ﻗﻠﻤﻜﺎرۍ ﭘﻪ
واﺳﻄﻪ زه ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻢ او ﻫﻢ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻧﺴﺒﺖ ﻣﺎ ﻫﻐﻪ ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻮ -ﺧﻮ ﺷﺎﺋﻴﺪ دﻏﻪ زﻣﻮږ اوﻟﻨﻰ ﻣﺦ ﭘﻪ ﻣﺦ ﻣﻼﻗﺎت وو -دَ
ﻫﻐﻪ ﺷﺨﺼﻴﺖ او دَ ﻫﻐﻪ دَ وﻳﻨﺎ ﻧﻪ ډﯦﺮ ﻣﺘﺎﺛﺮه ﺷﻮم -اﷲ ﭘﺎك دي ډﯦﺮ ژوﻧﺪ ورﻛړي -دَ ﭘښﺘﻮ او اُردو ښﻪ
ﻟﻴﻜﻮال دى -
دﻏﻪ ځﺎى ﻧﻪ ﻣﻮﻧږ دَ ﻗﻤﺮ راﻫﻲ ﺻﺎﺣﺐ دَ ﺳﻼم دﭘﺎره ﭘﻪ درﻳﻮ ګﺎډو ﻛﯥ ﻣﺮدان ﺗﻪ ﻻړو -ﺑﺮﻳﺎﻟﻲ ﺻﺎﺣﺐ
دَ ﻣﺮدان دَ ځﻴﻨﻮ ﻧﻮرو ﻣُﻨﻮرﻳﻨﻮ ﺳﺮه ﻫﻢ ﻟﻴﺪل ﻏﻮښﺘﻞ -ځﻜﻪ ﻧﻮ زه او ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ دَ ﻣﺮدان ﻧﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ګﺎډۍ
ﻛﯥ ﻣﺎزﻳګﺮ ﺗﯧﺮ اﺳﻼم اّﺑﺎد ﺗﻪ راروان ﺷﻮ -ﭘﻪ ﻻره ﻣﻮﻧږ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻳﻮ "ﺧﻴﺎل" ګﻮټﻮﻧﻪ ﻛﭻ ﻛﻮل -دﻏﻪ ﺧﻴﺎل ﻫﻐﻪ دَ
ﻧﺎول ﭘﻪ ﻗﺎﻟﺐ ﻛﯥ ځﺎﻳﻮل ﻏﻮښﺘﻞ -ﻫﻐﻪ دَ اﻫﺮام ﻣﺼﺮ دَ ﻓﺮﻋﻮﻧﺎﻧﻮ دَ زﻣﺎﻧﯥ ﭘﻪ ﭘﺲ ﻣﻨﻈﺮ ﻛﯥ ﻧﺎول ﻟﻴﻜﻞ
ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﺮدار ﻣﻮﺟﻮد وي او ﻫﻢ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ دې ﺟﺪﻳﺪ ﺧﻼﺋﻲ دور ﻛﺮدار ﭘﻪ ﻣﻨﻄﻘﻲ
اﻧﺪاز ﺧﭙﻞ رول ادا ﻛﻮي -دَ دﻏﻪ ﻧﺎول ﭘﻼټ زﯦﺮﺑﺤﺚ وو ..ښﻪ ﭘﻪ ﺷړق ﺑﺎران راورﯦﺪو -ﻧﻮ ﺟړق ﺷﻮ ..ﺷﻮق
ﺻﺎﺣﺐ ﻫﻢ اوﻟړزﯦﺪو ،زه ﻫﻢ اوﺑﻬﻮګڼﯧﺪم ﻟﻜﻪ ﭼﯥ دَ ﺧﻮب ﻧﻪ راوﻳښ ﺷﻮي ﻳُﻮ -دَ ګﺎډۍ ﺑﻮﻧټ دَ ګﺎډي دَ ﭼﺖ
ﺳﺮه اوﻟګﯧﺪو -ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ زﻣﺎ ﻧﻪ زارﯦﺪو ،ﻗﺮﺑﺎﻧﯧﺪو -ﻣﺎ وﺋﻴﻞ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ښﻪ ده ..دواړه ﺑﭻ ﺷﻮ -ﺧﻮ
ګﺎډې ډﯦﺮ ﺳﺨﺖ ﺧﺮاب ﺷﻮى دى -ﻫﻐﻪ وﺋﻴﻞ ..ګﺎډې ﺑﻪ ﺑﻴﺎ ﺟﻮړ ﺷﻲ -ﺧﻮ ښﻪ ده ﭼﯥ ﺗﻪ ﺧﺪاﺋﻰ ﺑﭻ ﻛړې -ﻣﺎ
وﺋﻴﻞ ..ځﺎن ﻧﻪ ﻳﺎدوې -ﻫﻐﻪ وﺋﻴﻞ ځﺎن ...او ﭘﻪ ﺑړق ﺑړق ﭘﻪ ﺧﻨﺪا ﺷﻮ -او ﻣﺎﺗﻪ ﻳﻮ ﺷﻌﺮ راﭘﻪ ﭘﺎد ﺷﻮ -
ﺧﺒﺮه ﭘﻪ ﺑﻠﻪ ﻻړه -ﻣﺎ دا ﻟﻴﻜﻞ ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ ﺗﺼﻨﻴﻔﺎﺗﻮ ..دوه ) (2ﺷﻌﺮي
ﻣﺠﻤﻮﻋﯥ ،درې ) (3ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ او ﻳﻮ ﻧﺎول ،ﭼﯥ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ړوﻣﺒﻲ ﻧﺜﺮي ﻛﺘﺎب " اﻓﻀﻞ ..اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق " ﻛﯥ ورﺑﺎﻧﺪې داﺳﯥ ځﺎﻧګړې ﺗﺠﺰﻳﺎﺗﻲ ﻣﻄﺎﻟﻌﻪ ﻟﻴﻜﻠﻰ ده ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛﻪ اﻓﻀﻞ دى ،ﻧﻮ ﺣﺴﻴﻨﻪ
ګﻞ ﻫﻢ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻛﺘﺎب ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﺧﺎﻧﺪاﻧﻲ " ﻓﻀﻴﻠﺖ" ﭘﻪ ښﻪ ﺷﺎن ﭘﻪ ﻛﺎر راوﺳﺘﻠﻰ دى -دَ ﺣﻀﺮت ﻛﺎﻛﺎ ﺻﺎﺣﺐ
رﺣﻤﺘﻪ اﷲ ﻋﻠﻴﻪ ﭘﻪ ﺑﺮﻛﺖ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻛﻠﻲ ﻛﯥ داﺳﯥ وﺗﻠﻲ ﻗﻠﻤﻜﺎران زﯦږﯦﺪﻟﻲ دي ﭼﯥ دَ ﭘښﺘﻮ ادب ﺋﯥ ﭘﻨګﻪ
ورﻛړى دى -ﭘﻪ دﻏﻮ ﺷﺨﺼﻴﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ارواښﺎد ﻣﻴﺎن ﺗﻘﻮﻳﻢ اﻟﺤﻖ ﻫﻢ وو ﭼﯥ ﭘﺮوﻓﯧﺴﺮ ډاﻛټﺮ ﻣﺤﻤﺪ ﻫﻤﺎﻳﻮن
ﻫﻤﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻛﺘﺎب "ښﻜﻠﻲ ښﻜﻠﻲ ﺧﻠﻖ" ﻛﯥ واﺋﻲ " ﻧﺎﺑﻐﻪ" وو -ﺧﻮ ﺧﺪاﺋﻰ ﺑﺨښﻠﻲ ﻣﻴﺎن ﺑﻬﺎدرﺷﺎه ﻇﻔﺮ ﻫﻢ دَ
ﺗﺎرﻳﺦ ﻧﻪ ﺗﺮ ﻟُﻐﺎﺗﻮ ..ډﯦﺮ څﻪ ورﻛړي دي -ﻣﺮﺣﻮﻣﻪ س -س -ﺑﻲ ﺑﻲ ) ﺳﻴﺪه ﺑﺸﺮى ﺑﯧګﻢ( ﭼﯥ ﻗﺎم ﭘﺮﺳﺘﻪ اوﻟﻨۍ
ﭘښﺘﻨﻪ ﺷﺎﻋﺮه وه -اوس دَ ﭘښﺘﻮ ﭘﻪ ادب ﻛﯥ اﺳﺎﻃﻴﺮي ﺣﯧﺜﻴﺖ ﻟﺮي -ﻧﻮ دَ ﻛﺎﻛﺎ ﺻﺎﺣﺐ ﺗﺎوْ راﺗﺎوْ ﻏﺮوﻧﻮ ﻛﯥ
ﻟﻌﻠﻮﻧﻪ ﺧﻮ ډﯦﺮ ﭘﻴﺪا ﺷﻮي دي -ﺧﻮ اوس ﭘﻪ ﻛﯥ ﺳﺪاﺑﻬﺎر " ګﻞ " " ..ادﺑﻲ ګﻞ " ﻫﻢ ﻏﻮړﯦﺪﻟﻰ دى -دﻏﻪ " ګﻞ"
دَ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ﭘﻪ ﻧﻮم داﺳﯥ ادﺑﻲ ﺷﻬﺮت ﻣﻮﻧﺪﻟﻰ دى ﭼﯥ ﻛﻪ اﷲ ﭘﺎك ﺗﻪ ﻣﻨﻈﻮره وي ..ﻧﻮ اﻧﺸﺎاﷲ ﭼﯥ دا ﺑﻪ ﻫﻢ
دَ ﻣﯧﺮﻣﻨﻮ ادﻳﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ټﻮﻟۍ ﻛﯥ دَ ﻟﻴﺠﻨډ ﻣﻘﺎم ﺗﻪ اورﺳﻲ -دَ دﻏﺴﯥ ﻣﻘﺎم ﻧښﯥ ﻧښﺎﻧﯥ ﻣﺎ دَ ﻫﻐﯥ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ
ﻛﯥ ﺧﻮ ﻟﻴﺪﻟﻲ وې ..او دﻏﻪ ﻋﻼﻣﺎت دَ ﻫﻐﯥ ﭘﻪ دې ﻧﺜﺮي ﻛﺘﺎب ﻛﯥ واﺿﺤﻪ ښﻜﺎره ﺷﻮل -
ﻣﺎ ﭼﯥ دَ دې ﻟﻴﻚ دَ ﻋﻨﻮان ﻓﻜﺮ ﻛﻮﻟﻮ ،ﻧﻮ دا ﺧﻴﺎل راﻏﻠﻮ ﭼﯥ اوﻟﻴﻜﻪ ﭼﯥ ..ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ﻓﻨﻲ ،ادﺑﻲ
او اﻧﺘﻘﺎدي ﺷﻬﺰادګۍ -ﺑﻴﺎ ﻣﻲ وﺋﻴﻞ ..ﻧﺎ ..ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ..دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻓﻦ او ﻓﻜﺮ ﻣُﻐﻴﺮه -ﭘﻪ دې ﻣﻲ ﻫﻢ زړه
اوﺑﻪ اوﻧﻪ څښﻜﻠﯥ -ﻧﻮ ﻣﺎ وﺋﻴﻞ ..ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ..زړَه وره ﻗﻠﻤﻜﺎره -ﻧﺎګﻬﺎﻧﻪ دَ رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ دا ﺷﻌﺮ راوړاﻧﺪې
ﺷﻮ،
او دې ﺷﻌﺮ دَ ځﺎن ﺳﺮه دﻏﻪ ﻋﻨﻮان راوړو ﭼﯥ دَ دې ﻟﻴﻚ ﭘﻪ ﺗﻨﺪي ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دى -دَ " ﺑُﻠﺒﻞ"
ګﻮﻳﺎﺋﻲ ..دَ " ګﻞ " ﭘﻪ ژﺑﻪ -دا اﺳﺘﻌﺎراﺗﻲ ﻋﻨﻮان ﻣﯥ ځﻜﻪ ﺧﻮښ ﺷﻮ ﭼﯥ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ﭘﻪ دې ﻛﺘﺎب ﻛﯥ واﺋﻲ
ﭼﯥ ..اﻓﻀﻞ ﺷﻮق " ﻋﺎﻟﻤﻲ او اّﻓﺎﻗﻲ ﻣﺸﺎﻫﺪات او ﺗﺨﻴﻼت ﭘﻪ ﻛﻠﻴﻮاﻟﻪ ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ ځﺎﻳﻮي او ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻧﻪ
ځﺎﺋﯧږي ﻧﻮ ﻋﻼﻣﻴﺖ ..اﺷﺎرﻳﺖ او زﻣﺰ و اﻳﻤﺎ" ﺗﻪ ﻣﺨﻪ ﻛړي -ﻧﻮ دَ دﻏﺴﯥ اﺑﻼغ ﺗﻔﻬﻴﻢ دا اﻗﺘﻔﺎ ْ ﻟﺮي ﭼﯥ دَ
وراﻧﻲ ﺳﺮ ﭘﻪ ﭼُﻮف ﻣﻨﺘﺮ ﺑﻴﺎ ﻣﻮﻧﺪى ﺷﻲ -ﺧﻮ دا ﻫﻢ دَ دې ﻋﻨﻮان ﻛﺎﻓﻲ ﺟﻮاز ﻧﻪ دى -دَ دې ﻋﻨﻮان ﺟﻮاز دَ
رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ دَ ﺷﻌﺮ دَ ﺑﯧﻦ اﻟﺴﻄﻮر ﻧﻪ راوﻳﺴﺘﻠﻰ ﻛﯧﺪى ﺷﻲ -ﻫﻐﻪ دا ﭼﯥ رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ دَ ګﻞ دَ ﺻﻔﺖ دﭘﺎره دَ ﺑُﻠﺒﻞ
ژﺑﻪ زده ﻛﻮل ﻻزﻣﻲ ګڼﻲ -ﺧﻮ دَ ﺑُﻠﺒﻞ ﭘﻪ ژﺑﻪ ﻫﻢ ګﻞ ﭘﻮﻫﯧږي -او "ګﻞ" ﭼﯥ ﻫﺮ ﻛﻠﻪ دَ دﻏﯥ ژﺑﯥ ﺑﻞ ﭼﺎﺗﻪ دَ
رﺳﻮﻟﻮ ﻫڅﻪ اوﻛړي ..ﻧﻮ ټﻮﻟﻪ ﻓﻀﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﻮﺷﺒﻮ ﻣﻌﻄﺮ ﻛړي -دَ "ګﻞ" ﻇﺎﻫﺮي ﺣﺴﻦ ﻛﻪ ﻫﺮ څﻮ دَ " ګﻞ" دَ
څﻬﺮې ﻧﻪ څﺮګﻨﺪﯦږي -ﺧﻮ ﺣﻘﻴﻘﻲ ښﻜﻼ دَ ﺧﻮﺷﺒﻮ ﭘﻪ ژﺑﻪ څﺮګﻨﺪوي -ﻧﻮ ﻣﻮﻧږ دا وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ ﭼﯥ ګﻞ ﻫﻢ ژﺑﻪ ﻟﺮي
او دﻏﻪ ژﺑﻪ ﺋﯥ ﺧﻮﺷﺒﻮ ده -ﺧﻮﺷﺒﻮ داﺳﯥ ژﺑﻪ ده ﭼﯥ ﻫﺮ څﻮك ﭘﺮې ﭘﻮﻫﯧږي ..ﺗﺮ دې ﭼﯥ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎن ﻫﻢ ﺗﺮﻳﻨﻪ
ﻟﻄﻒ اﻧﺪوزه ﻛﯧﺪى ﺷﻲ -ﻧﻮ ﻛﻪ دَ ﺑُﻠﺒﻞ ګﻮﻳﺎﺋﻲ ..ﭘﺮ اﺳﺮاره وي -ﺑﻴﺎ ﺋﯥ ﻫﻢ " ګﻞ " ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ژﺑﻪ ﭘﻪ ښﻪ ﻓﺼﺎﺣﺖ
ﺑﻴﺎﻧﻮي -دا ﺗﺎﺛﺮ ﻣﺎ دَ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ دَ ﻛﺘﺎب دَ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﻧﻪ ﭘﺲ اﺧﺴﺘﻠﻰ دى -دا زﻣﺎ ﺗﺎﺛﺮ دى -ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ دَ
ﺑﻞ ﻗﺎري ﺗﺎﺛﺮ زﻳﺎت ﻓﺼﻴﺢ او ﺑﻠﻴﻎ وي -
ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻣﻨﻈﻮم او ﻧﺜﺮي ﻟﻴﻜﻮﻧﻮ ﺗﺠﺰﻳﻪ ،ﺗﺸﺮﻳﺢ او ﺗﻮﺿﻴﺢ ﭘﻪ داﺳﯥ ډول ﻛړﯦﺪه
ﭼﯥ ﻛﺘﺎب ﺋﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻓﻨﻜﺎراﻧﻪ ﻛُﻬﺮﺑﺎﺋﻲ دَ ﺟﻬﺎن ،ﺟﺎم ﺟﻢ ﻣﻌﻠﻮﻣﯧږي -ﻧﻮ ﭼﯥ دﻏﻪ ﺟﺎم ﺟﻢ ﺗﻪ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ځﺎن ﺳﻴﻠﻤﻪ ﻛړي ﻧﻮ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻓﻦ دَ ﻛﺎﺋﻨﺎﺗﻮ ﻧﻨﺪاره ﺑﻪ ﻫﻢ دَ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﻮي -ﻧﻮ ﭼﯥ
ﻳﻮ ﺧﻮا ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ وي او ﺑﻞ ﺧﻮا اﻓﻀﻞ ﺷﻮق وي ..ﻧﻮ څﻪ ﺣﯧﺮت ﻛﻪ ﻳﻮ ﺣﺴﺎس ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ دَ ﺷﻮق دَ
ﻓﻨﻜﺎراﻧﻪ ﺷﻮق دَ اﻓﻀﻠﻴﺖ ﭘﻪ ګﻠﺒڼ دَ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ دَ ﭘﻠﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﭘُﻞ ورﺗﯧﺮ ﺷﻲ -او دﻏﻪ ګﻠﺴﺘﺎن ﻛﯥ داﺳﯥ ورك
ﺷﻲ ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ﻣﺤﺒﻮﺑﺎ ﭘﻪ ﻗﻼ ﻛﯥ ګﯧﺮ ﺷﻮي وي او دَ وﺗﻠﻮ ﻻر ﺑﻴﺎ ﻧﻪ ﻣﻮﻣﻲ -ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ﻳﻮ ﺳﺤﺮﻛﺎره ﻓﻨﻜﺎره ده
-ﻧﻮ ﻧﻘﺪ او ﻧﻈﺮ ﺋﯥ ﻫﻢ ﻣﺴﺤﻮرﻛﻮﻧﻜﻰ دى -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺟﻬﺎن ﻧﻮرد ،ﺳﯧﻼﻧﻰ ﺗﺨﻠﻴﻖ ﻛﺎر دى -ﻧﻮ دَ ﻳﻮ وﻳړ
ﺟﻬﺎن ښﻜﻼګﺎﻧﯥ ﺋﯥ ځﺎن ﻛﯥ ځﺎى ﻛړﻳﺪي -او دﻏﻪ ښﻜﻼګﺎﻧﯥ ﻛﻪ اّﻓﺎﻗﻲ دي او ﻛﻪ ﻣﻘﺎﻣﻲ ،ﻗﺎﻣﻲ دي ﻛﻪ
ﻋﺎﻟﻤﻲ ،ﻋﻼﻣﺘﻲ دي ﻛﻪ اﺷﺎرﺗﻲ ،ﻣﻌﻤﺎﺗﻲ دي ﻛﻪ اﺑﻬﺎﻣﻲ ،اﻟﻬﺎﻣﻲ دي ﻛﻪ وﺟﺪاﻧﻲ ،ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ داﺳﯥ
ﺗﻨﻘﻴﺪي ﻣﻄﺎﻟﻌﯥ ،داﺳﯥ ﺗﺸﺮﻳﺢ او ﺗﻔﺴﻴﺮ ،ﺗﺠﺰﺋﯥ او ﺗﺒﺼﺮې ﺗﻪ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړﻳﺪي ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﺗﻪ ﺋﯥ
ﺟﻬﺎن ﻧﻤﺎ ﻫﻨﺪاره دَ وړاﻧﺪې اﻳښﻮدې وي او ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ واردات ،ﻛﯧﻔﻴﺎت ،ﺣﺴﻴﺎت،
ادراﻛﺎت ،ﻣﺸﺎﻫﺪات ،ﺗﺨﻴﻼت او ﻧﻔﺴﻴﺎت ،دَ ﻫﻐﻪ ادﺑﻲ ګﺎﻣﻮﻧﻪ ،ﭼﯥ ﻳﻮ ﭘﻪ ﺷﺮق وي ﺑﻞ ﭘﻪ ﻏﺮب داﺳﯥ
ﭘﺮاخ وﻳﻨﻲ ﻟﻜﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﻫﻤﺰاد وي -دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻏﺰﻟﻮﻧﻮ او ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻓﻨﻲ ،ﺗﻜﻨﻴﻜﻲ او ﻣﻮﺿﻮﻋﻲ وﺿﺎﺣﺖ ﭘﻪ
ﻣﺎﻫﺮاﻧﻪ اوﺳﺘﻜﺎراﻧﻪ ډول ﺷﻮى دى او دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ دَ ذﻫﻦ ﻧﻪ ﺋﯥ دَ اﺷﺘﺒﺎه او اﺑﻬﺎم ورﻳځﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﺗﻴﺮي
څﺮﻛﯧﺪوﻧﻜﻲ ﻧﻈﺮ ﭘﻪ ﻧﻤﺮ ﻣﺦ ﭘﻪ ﺷﺎ زﻏﻠﻮﻟﻰ دى - -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛﻪ ﭘﻪ " ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﻬﺮې" ﭘﻪ ورﻛﻪ ﻛﯥ ورك ﺷﻮى وو ،ﻧﻮ ګﻞ دَ ﺧﭙﻞ ﻓﻨﻲ ﻣﺴﻤﺮﻳﺰم
ﭘﻪ ﻣﻨﺘﺮ ﺑﻴﺎ ﻣﻮﻧﺪو او دَ ﭘښﺘﻮ دَ ادﺑﻲ ﺑﻮﺳﺘﺎن ﭘﻪ ﺳﯧﻞ ﻛﯥ ﻣﺤﻮه ﺳﯧﻼﻧﻴﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺋﯥ داﺳﯥ ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ اوﻛړه
ﭼﯥ ﺗﺮ ﻛﻮﻣﻪ ﭘښﺘﻮن او ﭘښﺘﻮدَ ﻧړۍ ﭘﻪ ﻣﺦ ﺑﺎﻗﻲ وي،ﻧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺑﻪ ﭘﻪ ﺷﻮق ﻟﻮﻟﻲ اودَ ﺧﭙﻞ ذوق اﻓﻘﻮﻧﻮﻟﻪ
ﺑﻪ وﺳﻌﺘﻮﻧﻪ ورﻛﻮي -
" دَ ښﺎﻏﻠﻲ ﭘﻪ اﺣﺘﺠﺎج ﻛﯥ ﺑﻐﺎوت ﺧﻮ ﺷﺘﻪ ﺧﻮ ﺟﺒﺮ او زور ﭘﻪ ﻛﯥ ﻧﺸﻲ ﻟﻴﺪى ...دَ ﻫﻐﻪ اﺣﺘﺠﺎج ﻳﻮ
ﻓﻜﺮي او ﺳﻤﺎﺟﻲ اﻧﻘﻼب ﺗﻪ ﻻره را اوﺑﺎﺳﻲ ،ﻧﻪ ﭼﯥ دَ ﭼﺎ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ټﻮﭘﻚ ورﻛﻮي "
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﺜﺮي او ﻣﻨﻈﻮم ﻟﻴﻜﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﺧﻮﺑﻮﻟﻲ ﻗﺎري ﻛﯥ ﺷﻌﻮري وﻳښﺘﻴﺎ او وﺟﺪاﻧﻲ ﺑﻴﺪاري
ﭘﻴﺪا ﻛﻮي -دَ ﻫﻐﻪ ﺗﺨﻴﻞ او ادراك ﺗﻪ دَ وﺳﻌﺘﻮﻧﻮ دَ راﻏﻮﻧډوﻟﻮ او ﭘﻪ ځﺎن ﻛﯥ دَ ځﺎﻳﻮﻟﻮ ﺑﻠﻨﻪ ورﻛﻮي -ﺣﺴﻴﻨﻪ
ګﻞ دَ دﻏﻪ ﺟﻬﺎن ګﺸﺖ داﻧﺸﻮري او داﻧﺎﺋﻲ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻓﻬﻢ او ادراك ﻛﯥ ځﺎﻳﻮي ..ﺑﻴﺎ ﺋﯥ رواﻧﻪ ،ﺑﻬﺎﻧﺪه وﻳﻨﺎ ﻛﯥ
ﻗﺎري ﺗﻪ ﭘﻴﺮزو ﻛﻮي -ﻧﻮ ﻛﻪ ﺷﻮق دَ ﻛﻠﻲ ﻛﻮر ﭘﻮري ﻣﺤﺪوده ﭘښﺘﻮ ﭘﻪ ﻋﺎﻟﻤﻲ ادراﻛﺎﺗﻮ ﻣﻌﻤﻮره ﻛړه ﻧﻮ " ګﻞ"
دَ ﻣﻴﻨﻲ او ﺧﻠﻮص دَ ﺧﻮﺷﺒﻮ ﭘﻪ ژﺑﻪ ﭘښﺘﻮن اوﻟﺲ ﺗﻪ ډاﻟۍ ﻛړه -ﻫﻐﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻋﺎﻟﻤﻲ ﻫﻨګ او اّﻫﻨګ
دَ ﻧﻐﻤﻮ ازاﻧګﯥ را اوﻧﻴﻮﻟﯥ او دَ ﭘښﺘﻮن ﺳﻤﺎﻋﺖ ﺗﻪ ﺋﯥ ﺑﺨښﻠﻲ دي " -ګﻞ" دَ ﺷﻮق ﺳﺎﺋﻴﻨﺴﻲ ..ﻓﻠﺴﻔﻴﺎﻧﻪ ..
ﻣﺘﺼﻮﻓﺎﻧﻪ ..ﻧﻔﺴﻴﺎﺗﻲ ..ﻋﺎﻟﻤﻲ او ﻣﻘﺎﻣﻲ ..اﺣﺘﺠﺎﺟﻲ او ﺗﻔﻬﻴﻤﻲ اﭘﺮوچ روڼ ﻛړى دى او ﭘﻪ دﻏﻪ رڼﺎ ﻛﯥ ﺋﯥ
وړاﻧﺪي ﻛړى دى -ﻫﻐﯥ دَ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﭘﺲ ﻣﻨﻈﺮ ﻫﻢ ﺑﻴﺎن ﻛړى دى او ﭼﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ ﺿﻤﻦ ﻛﯥ اوﻟﻮﺳﺘﻠﻰ ﺷﻲ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ﻧﻮوْ ﻣﻌﻨﻮاو ﻧﻮي ﭘﻮﻫﻰ ﺳﺮه ﻣﺦ ﻛﯧږي -
ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﺳﺮدَ ﺳﺘﺮﺧﻮﺷﺤﺎل ﺧﺎن ﺧټﻚ ﻧﻪ را ﻧﻴﺴﻲ او اُﺳﺘﺎد اﻣﻴﺮ ﺣﻤﺰه ﺧﺎن
ﺷﻴﻨﻮاري اواﻓﺴﺎﻧﻮي ﺷﺨﺼﻴﺖ ﻃﺎﻫﺮ اّﻓﺮﻳﺪي ﭘﻮرې رارﺳﻮي -ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺟﺪﻳﺪ ﺗﺮﻳﻦ او اﻓﻀﻞ ﺗﺮﻳﻦ
ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎر ﺑﻠﻲ -ﻫﻐﻪ واﺋﻲ ﭼﯥ ﻛﻪ دَ ﻧﻨﻲ ﻧړۍ ﺳﻔﺮوﻧﻪ ﭼﺎ ﻟﻴﻜﻮال ﭘﻪ وﻳښﻪ او ﺷﻌﻮري ﻃﻮر ﻛړي وي ﻧﻮ
ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﺿﺮور دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق زﺑﺎن او ﺑﻴﺎن ،ﻣﺸﺎﻫﺪې او ادراك ﺳﺮه اﺗﻔﺎق ﻛﻮي -دَ ځﻨﻲ " ﻟﻪ ﻛﻮره ﺗﺮ ﺑﺎزاره"
ﺑﻨﺪﻳﻮان دَ ﻧﻮي ﻧﺴﻞ دَ ﻧﻘﺎداﻧﻮ دَ ﻧﻴﻮﻛﻮ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ واﺋﻲ ..ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق روم ،ﭘﯧﺮس او ﻟﻨﺪن ﺗﻪ ﻟﯧږي او ﺑﻴﺎ دا
ﻫﻢ ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دي دَ ﻟﻮراﻻﺋﻲ ﻣﻨﻈﺮﻧګﺎري اوﻛړي -ﻧﻮ دا دَ ﻣﻨﻠﻮ ﺧﺒﺮه ﻧﻪ ده " -ﻫﻐﻪ" ﻫﻐﻪ څﻪ ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ
ﺋﯥ ﻟﻴﺪﻟﻲ ،ﻛﺘﻠﻲ او اورﯦﺪﻟﻲ دي -ﺧﻮ ﭘښﺘﻮن ﺋﯥ دَ ځﺎن ﺳﺮه ﻻس ﭘﻪ ﻻس ﺑﻮﺗﻠﻰ دى -دَ ﻣﻐﺮﺑﻲ دُﻧﻴﺎ ﺗﺮﻗﻲ او
دَ اوﻟﺲ ﻣﻮړﭘټ ژوﻧﺪ ﺋﯥ ورﺗﻪ ﺧﻮدﻟﻰ دى -او ورﺗﻪ واﺋﯥ
" ګﻞ" دَ ﺷﻮق دﻓﺎع ﭘﻪ ډﯦﺮه زړهَ ورﺗﻴﺎ او ﻣﻨﻄﻘﻲ اﻧﺪاز ﻛړﻳﺪه -دَ ﻧﻮي ﻧﺴﻞ داﺳﯥ ﻧﻘﺎداﻧﻮ ﺗﻪ دَ "
ﻛﻮرﻛﻠﻲ ﺑﻨﺪ ﻧﻘﺎدان واﺋﻲ ..څﻮك ﭼﯥ دَ ﺷﻮق ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ دَ ﭘښﺘﻮن ﺛﻘﺎﻓﺖ ﺧﻼف ګڼﻲ -ﻫﻐﯥ ﭘﻪ اّﻓﺎﻗﻲ او
ﻋﺎﻟﻤﻲ ﻧﻈﺮﺋﯥ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﺗﻪ ﻛﺘﻠﻲ دي -دَ ﻫﻐﯥ ﭘﻪ ﻟﻴﻚ ﻛﻲ ﻛﻪ ﻗﺎري ﺷﻮق ﻟﻮﻟﻲ او ﭘﻪ ﺷﻮق ﺋﯥ ﻟﻮﻟﻲ ..ﻧﻮ"ګﻞ"
ﺑﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻟﻮﻟﻲ او دَ ﺗﺤﺴﻴﻦ ﭘﻪ اﺣﺴﺎس ﺑﻪ ﺋﯥ ﻟﻮﻟﻲ -ځﻜﻪ ﭼﯥ دَ دې ﻛﺘﺎب ﻧﻪ ﭘﺲ ﺑﻪ دَ ﻧﻮي ﻧﺴﻞ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ او ﻟﻴﻜﻮال دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺷﻌﺮ او ﻧﺜﺮ ﭘﻪ اﻫﻤﻴﺖ او ارزښﺖ ﭘﻪ ښﻪ ﺷﺎن ﭘﻮى ﺷﻲ -دَ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻓﻜﺮ
و ﻓﻦ دَ ﭘﻮﻫﯧﺪﻟﻮ ﻛﺎر ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ اوﻛړو -اوس ﺑﻪ څﻮك ﻧﻪ واﺋﯥ ﭼﯥ زه دَ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻛﻼم ﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧږم -دا ﺑﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ
واﺋﯥ ګﻨﯥ ﭼﯥ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ ﺋﯥ دَ ﭘښﺘﻮن ﺛﻘﺎﻓﺖ ﺧﻴﺎل ﻧﻪ دى ﺳﺎﺗﻠﻰ -
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻧﺎول ﻫﻢ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ډﯦﺮ ښﻪ ﻟﻴﻚ ﻛړﯦﺪى -دَ ﻧﺎول ﻧﻮم دى " ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ" -دا ﻫﻢ
ﻫﻐﻪ ﻧﺎول دى ﭼﯥ دَ دې ﭘﻪ اﺑﺘﺪاﺋﻲ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ ﺋﯥ ذﻛﺮ راﻏﻠﻰ دى ..ﭼﯥ دَ ﻓﺮﻋﻮﻧﺎﻧﻮ دَ زﻣﺎﻧﯥ ﭘﻪ ﭘﺲ ﻣﻨﻈﺮ ﻛﯥ ﺑﻪ
ﻟﻴﻜﻠﻰ ﻛﯧږي -ﻧﻮ دﻏﻪ ﻧﺎول اوﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮ -او ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ﭘﻪ دې ﺧﭙﻞ ﻛﺘﺎب ﻛﯥ ﺋﯥ ﭘﺮې دَ ﻫﺮ اړخ ﻧﻪ ښﻜﻠﻰ
ﻟﻴﻚ ﻛړﯦﺪى -دا ﺷﺎﺋﻴﺪ ﻻ ﭼﺎپ ﺷﻮى ﻧﻪ ده او ﻣﺴﻮده ﺋﯥ ﻣﺎﻧﻪ ده ﻟﻴﺪﻟﯥ -ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ دَ ﻧﺎول ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ واﺋﻲ
ﭼﯥ ،
" دې ﻧﺎول ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻧﺎول دَ اﻫﻢ ﻛﺮدار ﻫﻴﺮو ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ دَ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻮﻧﻮ،
ﺗﻬﺬﻳﺒﻮﻧﻮ،ﺗﻤﺪﻧﻮﻧﻮ دَ ﺳﻔﺮ دَ ﭘړاوْ ﻧﻪ ﺗﯧﺮﯦږي "
" اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ دَ واﻗﻌﺎﺗﻮ ﺳﺮه ﺗړﻟﻲ ﻗﻴﺼﯥ او اﻓﺴﺎﻧﯥ دوﻣﺮه ﭘﻪ دﻟﭽﺴﭙۍ وړاﻧﺪې
ﻛړﻳﺪي ﭼﯥ ﭘﻪ ﺑﻴﺎﻧﻴﻪ او ﻣﻜﺎﻟﻤﺎﺗﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻫﻴڅ ﻗﺴﻢ اﺑﻬﺎم ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻧﻪ راځﻲ"
دَ ﻧﺎول ﻧګﺎرۍ دَ ﻓﻦ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﺋﻲ ﻫﻢ ښﻪ ﻣﻌﻘﻮﻟﯥ ﺧﺒﺮې ﻛړﻳﺪي -دَ ﻧﺎول ﭘﻪ ﭘﻼټ ،ﻛﺮدار ﻧګﺎرۍ ،ﻣﻨﻈﺮﻧګﺎرۍ
او ﻃﺮزﺑﻴﺎن ﺋﯥ ﻣﻔﺼﻠﻪ وﻳﻨﺎ ﻛړﻳﺪه او څﻪ ﭼﯥ ﺋﯥ ﭘﻜﺎر وو ﻫﻐﻪ ﺋﯥ ﻟﻴﻜﻠﻲ دي -
دَ دﻏﻪ ﻧﺎول ﻧﻪ ﻋﻼوه ﺋﯥ ﭘﻪ ﻛﺘﺎب ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺳﺮه ﺧﭙﻠﻪ ﻳﻮ ﻣﺮﻛﻪ دَ "اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ..دَ
ﭘﻮښﺘﻨﻮ) ﺗﭙﻮﺳﻮﻧﻮ( ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ" ﭘﻪ ﻋﻨﻮان ﺷﺎﻣﻠﻪ ﻛړﻳﺪه -ﺑﻞ ﺋﯥ ﭼﯥ ځﻴﻨﻲ ﻧﻘﺎداﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ څﻪ ﻟﻴﻜﻮﻧﻪ
ﻛړﻳﺪي ..دَ ﻫﻐﯥ څﻪ ﺑﺮﺧﯥ ﺋﯥ دَ " اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ..دَ ﻧﻘﺎداﻧﻮ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ" ﻫﻢ ﭘﻪ ﻛﺘﺎب ﻛﯥ اﺧﺴﺘﻠﻲ ده -دﻏﺴﯥ
ﺋﯥ دَ ﺷﻮق ﻓﻬﻤۍ ﺣﻖ ښﻪ ﭘﻪ ﻧﺮه ادا ﻛړى دى -
ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﺮﻛﻪ ﻛﯥ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ دَ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﻧﻪ ﺗﭙﻮس ﻛﻮي -ﺗﭙﻮس او دَ ﺷﻮق ﺟﻮاب ﭘﻪ درﻳﻤﻪ
ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﺻﻔﺤﻪ ..ﻛﯥ راﻏﻠﻰ دى -
دا ﺗﻪ ﻛﻮم ﻟﻴﻜﻞ ﻛﻮې ..دا ﻛﻮم اُﺳﻠﻮب ﭼﯥ ﺗﺎ ﺧﭙﻞ ﻛړى دى -ﭘﻪ دې ﺧﻮ ﭘښﺘﺎﻧﻪ دَ ﺳﺮه ﻫډو ﭘﻮﻫﯧږي
ﻧﻪ؟
ﭘﻪ ادب ﻛﯥ ﭼﯥ ﻣﺎ ﻛﻮم اُﺳﻠﻮب ﺧﭙﻞ ﻛړﯦﺪى ..دا دَ ﻧﻦ دَ وﺧﺖ دَ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻋﯧﻦ ﻣﻄﺎﺑﻖ دى او ﻛﻪ زه دَ
وﺧﺖ ﭘﻪ رﻓﺘﺎر او دَ زﻣﺎﻧﯥ ﭘﻪ ﺣﺎﻻﺗﻮ دَ ﭘﻮﻫﯥ ﺷﻌﻮر ﻟﺮم ﻧﻮ زﻣﺎ دَ ﻟﻴﻚ دا ﻣﻮﺟﻮده ﻣﻌﻴﺎر ﺑﻪ دَ ﺻﺒﺎ
ﻧﻘﺎد ﺿﺮور ﻣﻨﻲ -
ﺧﻮ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ دَ ﺻﺒﺎ ﻧﻘﺎد ﺗﻪ ﻫﻴڅ ﻫﻢ ﭘﺮې ﻧښﻮد او دَ ﺻﺒﺎﻧﻲ ﻧﻘﺎد ﻛﺎر ﺋﯥ ﻫﻢ اّﺳﺎن ﻛړو -
ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺷﭙږ واڼﻪ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ښﻪ ﻫﻀﻢ ﻛړﻳﺪي او دَ ﻫﻐﯥ ﻧﻪ ﭘﺴﺘﻪ ﺋﯥ ﭘﺮې ﻟﻴﻚ
ﻛړى وي -دَ ﻛﺘﺎب دَ ﻫﻀﻤﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﻳﻮ اﻧګﺮﯦﺰ داﻧﺸﻮر ﻓﺮاﻧﺴﺲ ﺑﻴﻜﻦ ) (١۶٢۶ – ١۵۶١ﻣﺸﻬﻮره ﻣﻘﻮﻟﻪ
ده ﭼﯥ ،
Some books are to be tasted,others to be swallowed And some few to be chewed and
digested
" ځﻨﻲ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ دَ څَﻜﻠﻮ وي ..ځﻴﻨﻲ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻏړپ دَ ﻣﺮۍ ﻧﻪ دَ ﺗﯧﺮَوﻟﻮ وي ﺧﻮ څﻪ ﻟږ ﺷﺎن داﺳﯥ ﻫﻢ وي
ﭼﯥ ﺷﺨﻮﻧﺪ ﭘﺮې او وﻫﻠﻰ ﺷﻲ او ﻫﻀﻢ ﻛړى ﺷﻲ "
ﻧﻮ ﻛﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ دَ ﻫﻀﻤﻮﻟﻮ ﺟﻮګﻪ دي ﺧﻮ ﻫﻠﻪ ﭼﯥ ړوﻣﺒﻰ دَ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ﻛﺘﺎب ﺑﺎﻧﺪي ښﻪ
ﺷﺨﻮﻧﺪ او وﻫﻠﻰ ﺷﻲ ..او ﻫﻀﻢ ﺋﯥ ﻛړى ﺷﻲ -
ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ﭘﻪ ځﺎﺋﻰ واﺋﻲ ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻮ دَ ﻣﻮﻧﺎﻟﻴﺰا ﭘُﺮاﺳﺮاره ښﻜﻼ ﺧﻮره ده ..او زه
واﻳﻢ ﭼﯥ دَ " ګﻞ" دَ دې ﻛﺘﺎب ﭘﻪ ﻓﻀﺎ دَ ګﻞ دَ روح او ذﻫﻦ دَ ﺧﻮﺷﺒﻮ ﭼﭙﯥ ﺧﻮرې دي -ﻫﻐﻪ دَ ګﻞ ﭘﻪ ژﺑﻪ ﻫﻢ
ﺧﺒﺮې ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ -ﺧﻮ زړه ورﺗﻴﺎ ﺋﯥ ﻫﻢ ځﺎن ﺗﻪ " څﻪ" واﺋﻲ -ﻫﻐﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮۍ او ﻗﻠﻤﻜﺎرۍ ﻧﻪ ﻋﻼوه ..دَ ﭘﯧښﻮر
دَ رﯦډﻳﻮ ﺳټﯧﺸﻦ ﻳﻮه ﺗﻜړه ﺑﺮاډﻛﺎﺳټﺮه ،دَ ﻧﻮښﻬﺮه دَ ﺗﺤﺼﻴﻞ ﻛﻮﻧﺴﻠﺮه او ﺳﺮګﺮﻣﻪ ﺳﻮﺷﻞ ورﻛﺮه ﻫﻢ ده -او
ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ ډګﺮوﻧﻮ دَ ﺧﭙﻞ ﺳﻨګﻴﻦ ﻋﺰم ﭘﻠﻪ ﻧﻴﻠﻲ ) اس ( ﺳﻮره دَ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺘﺮو ﻣﺮاﻣﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻟﻮر ﭘﻪ دګړ رواﻧﻪ ده -دَ
ﻋﺒﺪاﷲ ﺟﺎن ﻣﻐﻤﻮم دَ ﻳﻮ ﻏﺰل دَ ﻳﻮ ﻣﺼﺮﻋﯥ ﭘﻪ ژﺑﻪ دَ ﻣﻌﻤﻮﻟﻲ ﺗﺮﻣﻴﻢ ﺳﺮه زه ﻫﻐﯥ ) ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ( ﺗﻪ داﺳﯥ دُﻋﺎ
ﻛﻮم ﭼﯥ ،
) ( What matters is not life , but the courage you bring to it
ﻧﻮ ﻛﻪ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ﻫﻢ داﺳﯥ ﭘﻪ زړه ورﺗﻴﺎ ﻣﺦ ﭘﻪ وړاﻧﺪې زﻏﻞ ﺟﺎري اوﺳﺎﺗﻠﻮ ﻧﻮ ﻟﻜﻪ اﻣﺮﻳﺘﺎﭘﺮﻳﺘﻢ ﻛﻪ
دَ ﻫﻨﺪوﺳﺘﺎن دَ ﭘﺎرﻟﻴﻤﻨټ دَ اﻳﻮان ﺑﺎﻻ دَ 1986ﻧﻪ دَ 1992ﭘﻮرې ﻣﻤﺒﺮه وه ﻧﻮ ﻛﯧﺪى ﺷﻲ ﭼﯥ څﻪ وﺧﺖ دَ
ﺗﺤﺼﻴﻞ دَ ﻛﻮﻧﺴﻠﺮه ﻧﻪ دَ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن دَ ﺳﯧﻨټ ﻣﻤﺒﺮه ﺷﻲ او ﭘﻪ ادﺑﻲ ﻓﺘﻮﺣﺎﺗﻮ ﻛﯥ ﺗﺮﻧﻪ ﺗﺮﻧﻪ ﺗﯧﺮى ﻳﻮُﺳﻲ -ﻣﺎﺗﻪ
ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ وﺋﻴﻠﻲ وو ﭼﯥ اوس ﺑﻪ زه دَ اﻓﺴﺎﻧﻮ ﻣﺠﻤﻮﻋﻪ او ﻳﻮ ﻧﺎول ﭼﺎپ ﻛﻮم -ﺷﺎﺋﻴﺪ دې ﭘﺴﯥ دَ ﺧﭙﻠﻮ
ډراﻣﻮ ﻣﺠﻤﻮﻋﻪ ﻫﻢ اوﻟﻴﻜﻲ -ﺑﻴﺎ اﻣﻜﺎن ﻟﺮي ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺳﺮګﺰﺷﺖ ﻫﻢ اوﻟﻴﻜﻲ -ﺑﯥ ځﺎﻳﻪ ﺑﻪ ﻧﻪ وي ﻛﻪ
دﻟﺘﻪ دَ ﻧﻮي ﻧﺴﻞ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ دَ ﺳﻌﻴﺪګﻮﻫﺮ ﻳﻮه ﭘﯧﺸﻦ ګﻮﺋﻲ راوړم ..ﻫﻐﻪ واﺋﻲ ،
دﻏﺴﯥ اﻣﻜﺎﻧﺎت اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻢ ﻟﺮي ،اﻣﻜﺎﻧﺎت ﻧﺎ ﻟﻮى اﻣﻜﺎﻧﺎت -ﺑﻴﺎ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﺳﻌﻴﺪګﻮﻫﺮ ﺧﭙﻞ
اُﺳﺘﺎد ﻫﻢ ﻣﻨﻲ -ﻧﻮ ﺑﺎﻳﺪ دَ ﺧﭙﻞ اُﺳﺘﺎد دا اﻟﻬﺎﻣﻲ ﭘﯧﺸﻦ ګﻮﺋﻲ رښﺘﻮﻧﯥ ﺛﺎﺑﺖ ﻛړي -
دَ ﻛﺮاﭼۍ ﭘﻪ ﻫﻔﺘﻪ واره روﺷﻦ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن دَ 29-22ﻛﺎل 2005ﭘﻪ اﺷﺎﻋﺖ ﻛﯥ دَ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ﻳﻮه ﻣﻔﺼﻠﻪ
ﻣﺮﻛﻪ ﭼﺎپ ﺷﻮﻳﺪه -ﻫﻐﻪ واﺋﻲ ،
" دَ ادب او ﻓﻜﺮ و ﻓﻦ دُﻧﻴﺎ ډﯦﺮه ښﻜﻠﯥ او ﻻزواﻟﻪ ده -دَ ﻓﻜﺮوﻓﻦ ﭘﻪ ﺑﺮﻛﺖ ﭘښﺘﻨﻮ ﻣﺎ ﻟﻪ ډﯦﺮ
درﻧﺎوى راﻛړى دى"
دا وﻳﻨﺎ دَ ﻫﻐﯥ ﭘﻪ ځﺎى ده ..ﭼﯥ دَ ښﺎﻏﻠﻲ ﻗﻤﺮ راﻫﻲ ﺗﻤﻐﻪ اﻣﺘﻴﺎز ﻏﻮﻧﺪي ﻟﻮړ ﻟﻴﻜﻮال او اّﻓﺎﻗﻲ
ﺷﺎﻋﺮ دَ ﻫﻐﯥ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﻛﻮم ﺗﺤﺴﻴﻨﻲ ﻧﻈﻢ ﻟﻴﻜﻠﻰ دى ..دَ ﻫﻐﯥ ﻧﻪ ﺛﺎﺑﺘﯧږي ﭼﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻣﻨﻮرﻳﻦ دَ ﻫﻐﯥ ډﯦﺮ ﻗﺪر
ﻛﻮي -
دَ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ او اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دواړو ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ دَ ﻳﻮ اﻧګﺮﯦﺰ ﻧﻘﺎد وﻳﻨﺎ راﻧﻘﻞ ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ﻓﺮاﻧﺲ دَ ﺷﻬﺮه
اّﻓﺎق داﻧﺸﻮر ،ﻣﻔﻜﺮ ،ﺷﺎﻋﺮ او ﺗﺎرﻳﺦ دان ﻓﺮﻳﻨﻜﺎﺋﻴﺰ واﻟټﻴﺮ Francois Voltaireﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﺋﯥ ﻟﻴﻜﻠﯥ ده ،
دى واﺋﻲ ،
Voltaire Managed both to be in the thick of things and to survey them from the sort of
Olympian Distance that Generally posterity enjoys.
" واﻟټﻴﺮ دَ دې ﺟﻮګﻪ وو ﭼﯥ دَ ژوﻧﺪ دَ ﻣﺼﺮوﻓﻴﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﻣﻨځ ﻛﯥ دَ اوﻟﻤﭙﻴﺎ دَ ﻏﺮه دَ ﻫﺴﻜﻮ څﻮﻛﻮ ﻧﻪ دَ
ﻳﻮﻧﺎﻧﻲ دﻳﻮﻣﺎﻻﺋﻲ دﻳﻮﺗﺎګﺎﻧﻮ ﻫﺴﯥ ،دَ دوﻣﺮه ﻓﺎﺻﻠﯥ ﻧﻪ ﺟﺎﺋﺰه واﺧﻠﻲ ﭼﯥ ﻋﺎم ﻃﻮر دَ راﺗﻠﻮﻧﻜﻮ
ﻧﺴﻠﻮﻧﻮ ﺑﺮﺧﻪ وي "
دﻏﻪ ﻛﻤﺎل ﻛﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻣﻮﺟﻮد دى ﻧﻮ ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ ﻫﻢ داﺳﯥ ﻛﺎر ﻛړى دى ﭼﯥ دَ
راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﻧﺴﻠﻮﻧﻮ ﻧﻘﺎداﻧﻮ ﺗﻪ ﺋﯥ ﻻره اّﺳﺎﻧﻪ ﻛړﻳﺪه -دَ دې ﭘﺎﺳﻪ ﺑﻪ ﻧﻮر څﻪ ﻧﻪ واﻳﻢ ..ﻫﺴﯥ ﻧﻪ ﺧﺪاﺋﻰ ﻣﻪ ﻛړه
دواړه دَ ﻧﻈﺮه ﺷﻲ -ﺑﻴﺎ رﺣﻤﺎن ﺑﺎﺑﺎ ﻫﻢ واﺋﻲ ﭼﯥ دَ ګﻞ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو،دَ ﺧﺒﺮو ﺣﻖ دَ ﺑُﻠﺒﻼﻧﻮ دى ﻧﻮ زه ﻧﻪ ﺧﻮ" ګﻞ" ﻳﻢ
ﻧﻪ "ﺑُﻠﺒﻞ" -ﺑُﻠﺒﻞ ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دى ﭼﯥ ﺑُﻠﺒﻞ ﻫﺰار داﺳﺘﺎن دى -
اﻳﺎز داؤدزﺋﻰ
راوﻟﭙﻨډۍ 12 _ 29 ..ﻛﺎل 2005
) دَ ﺷﭙﯥ دوﻟﺲ ﺑﺠﯥ (
ﻳﻮ څﻮ ﺧﺒﺮي
دا ﻛﺘﺎب ﻣﺎ اﺗﻔﺎﻗﻲ ﺑﺎﻟﻜﻞ ﻧﻪ دى ﻟﻴﻜﻠﻰ ...ﺑﻠﻜﻪ زﻣﺎ دَ دې ﻛﻮﺷﺶ ﭘﻪ ﺷﺎ دَ ډﯦﺮه وﺧﺘﻪ ﻫﺎﻏﻪ ﺳﻮچ دى
،ﻛﻮم ﭼﯥ ﻣﺎ ﺗﺮ څﻪ ﺣﺪه ﺧﭙﻞ ﻗﻠﻢ ﺗﻪ او ﺳﭙﺎرﻟﻮ – ﻫﺴﯥ ﺧﻮ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ ښﻪ ښﻪ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﭼﺎپ ﻛﯧګﻲ ...ﺧﻮ ﻣﺎ
دَ دې ﻟﻴﻚ دﭘﺎره ﺻﺮف دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ اوټﺎﻛﻠﻮ -ﻧﻮ دَ دې ﺧﻮ ﻳﻮه وﺟﻪ ﺷﺎﻳﺪ دا ﻫﻢ ﻛﯧﺪﻟﻰ
ﺷﻲ ﭼﯥ ښﺎﻏﻠﻰ ﺷﻮق زه دَ ډﯦﺮ وﺧﺖ ﻧﻪ ﭘﯧﮋﻧﻢ او ﭼﯥ ...دَ ﻫﻐﻪ ﻛﺘﺎب راڅﻲ ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﻣﺮﺣﻠﻪ ﻛﯥ ﻣﺴﻠﺴﻞ
زﻣﺎ ﺳﺮه ﭘﻪ راﺑﻄﻪ ﻛﯥ وي – ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﺧﻮ دا ﻫﻢ ﺷﻮي دي ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻛﺘﺎب ﺗﻬﻴﻢ زﻣﺎ ﺑﺎﻟﻜﻞ ﻳﺎد ﺷﻮى وي -دَ
ﻫﻐﻪ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻣﻘﺎﻣﺎت او ﻛﺮداروﻧﻪ ،دﻏﻪ رﻧګ ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﻛﯥ دَ ژوﻧﺪ او زړه رﻧګ رﻧګ ﭘﯧښﯥ او
واﻗﻌﺎت ....دا ﻫﺮ څﻪ ﻣﺎﺗﻪ دوﻣﺮه ﺧﭙﻞ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ زﻣﺎ دَ ژوﻧﺪ دَ ﻓﻜﺮ دَ ﺳﻔﺮ ﻫﺮ ځﻪ وي -ځﻜﻪ زه ﭘﻪ دې ﻧﺘﻴﺠﻪ
رﺳﯧﺪﻟﻲ ﻳﻢ ﭼﯥ دَ دې واﻗﻌﺎﺗﻮ ﺗﺠﺴﺲ او ﺣﻘﻴﻘﺖ زه ﭘﻪ داﺳﯥ رﻧګ ﻛﯥ ﺧﭙﻠﻮ ﻫﺎﻏﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ اوښﺎﻳﻢ ،
څﻮك ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﻧﺪاز ﻳﺎ ﺧﻮ ﻛﻢ ﭘﻮﻫﯧږي او ﻳﺎ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻟﻴﻚ ﻃﺮز ﻣﺸﻜﻞ ګڼﻲ -ﻧﻮ ﭘﻪ دې
ﻫﻜﻠﻪ دَ ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻮق ﺷﺎﻋﺮي ده او ﻛﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ...ﻧﺎول دى او ﻛﻪ دَ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﻧﺪاز ،ﻣﺎ دَ ﺧﭙﻞ ﻟﻴﻚ
ﻣﻮﺿﻮع اوګﺮځﻮﻟﻪ –
ﺧﻮ ﻳﻮه ﻏټﻪ ﺧﺒﺮه دا ﻫﻢ ده ﭼﯥ دﻏﻪ ﻫﺮڅﻪ ﺗﻪ ﭼﯥ ﻛﻮم ﻣﻌﻴﺎر ده ورﻛړى دى ﻧﻮ ﻫﺎﻏﻪ ﻣﻌﻴﺎر ﻣﻘﺎﻣﻲ ﻧﻪ
دى – ﺑﻠﻜﻪ ده دَ ﺧﭙﻞ ﻟﻴﻚ او دَ ﻓﻦ دﭘﺎره دَ ﺑﻴﻦ اﻻﻗﻮاﻣﻲ ﻣﻌﻴﺎر اُﺻﻮل او ﺿﺎﺑﻄﯥ ټﺎﻛﻠﻲ دي ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ
رواﻳﺖ ﭘﺴﻨﺪه ﻃﺒﻘﻪ ورﺗﻪ ګﻮﺗﻪ ﻧﻴﺴﻲ -دَ ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻮق ﭘﻪ ټﻮﻟﻮ ﭼﺎﭘﻮ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻮ ﭼﯥ ﻛﻮم اﺛﺮ ﻣﺎ دَ ﻳﻮ ﻗﺎرى ﭘﻪ
ﺣﯧﺜﻴﺖ ﻣﺤﺴﻮس ﻛړى دى ...دَ ده دﻏﻪ اﻧﺪاز ﻣﺎ ﺗﻪ دَ ﻣﻮﺟﻮده ﻟﻴﻚ ﻳﻮ ﺗﺤﺮﻳﻚ راﻛړو -ﺧﻮ زه ﺧﭙﻞ دﻏﻪ
ﻛﻮﺷﺶ ﺧﭙﻠﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛﯧږدم ...ﻫﻐﻮئ دي زﻣﺎ دَ دې ﻛﻮﺷﺶ ﺟﺎج واﺧﻠﻲ -زه ﺧﭙﻞ ځﺎن ﻧﻪ ﺧﻮ دَ
ﻧﻘﺎد ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ وړاﻧﺪي ﻛﻮم او ﻧﻪ ﺑﺎﻗﺎﻋﺪه ﻧﻘﺎده ﻳﻢ -ﺧﻮ دَ دُﻧﻴﺎ ﭘﻪ ژﺑﻮ ﻛﯥ دﻏﻪ رﻧګ ادب ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﻘﺎﻣﻲ
رواﻳﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺳﻤﻮن ﻧﻪ وي او ﭘﻪ دې ﺣﻮاﻟﻪ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ دَ ﻓﻦ ﺗﻠﻪ ﻫﻢ ﺑﺮاﺑﺮه ﻧﻪ وي ،ﻧﻮ دﻏﻪ ﻫﺮڅﻪ ﺗﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﺮ
ﻛﺘﻞ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ ﺗﻨﻘﻴﺪي ﻛﻮﺷﺶ ﺿﺮور وي ...ﻛﻪ ﭼﺮې ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ زﻣﺎ دې ﻛﻮﺷﺶ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ اوﻛﺘﻞ ﻧﻮ ﻛﻪ
ژوﻧﺪ وو ،زه ﺑﻪ دَ ﻧﻮرو ﻧﻮﻣﻮړو ﻟﻴﻜﻮاﻟﻮ دَ ﻓﻦ او ﻓﻜﺮ دﻏﻪ رﻧګ ﺗﺠﺰﻳﯥ ﺿﺮور وړاﻧﺪې ﻛﻮم –
زه دا ﺧﺒﺮه ډﯦﺮه ﭘﻪ ډاډ ﻛﻮم ﭼﯥ ﻣﺎ ﻛﻠﻪ دَ ﺧﭙﻞ دې ﻛﻮﺷﺶ ذﻛﺮ دَ ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻮق ﺳﺮه اوﻛړو ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ
ډﯦﺮه ﭘﺮاﺧﺪﻟۍ دا ﻫﺮ څﻪ اوﺳﺘﺎﺋﻴﻞ او ﻣﺎ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻳﻪ ډﯦﺮه ﺳﻨﺠﻴﺪګۍ وﺧﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻣﻄﻠﻮﺑﻪ ﻣﻮاد او ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت
ﭘﻪ ډﯦﺮه ﻣﻴﻨﻪ راﻛﻮل ﺷﺮوع ﻛړل -ﭘﻪ دې ﻟﻴﻜﻨﻪ ﻛﺎر ﻣﺎ ﭘﻪ ﻛﺎل ٢٠٠٣ﻛﯥ ﺷﺮوع ﻛړى وو ﺧﻮ َد ځﻮاﻧﻲ ﻣﺮګ
ورور دَ ﻣﺮګ ﺣﺎدﺛﯥ زﻣﺎ ﻓﻜﺮ ګډ وډ ﻛړو ....ﺧﻮ رو رو ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ژوﻧﺪ ﺧﭙﻞ ﻣﻌﻤﻮل ﺗﻪ راﻏﻠﻮ ،ﻧﻮ ﻣﺎ ړوﻣﺒﻰ ﭘﻪ
ﺧﭙﻞ ﻧﻴﻤګړي ﻛﺎر ګﻮﺗﻲ ﭘﻮرې ﻛړې -او ﻧﻦ دا دى زه دا ﻣﺴﻮده ﭼﺎپ ﺗﻪ ﺳﭙﺎرم -ﻓﯧﺼﻠﻪ ﭘﻪ ﺗﺎﺳﻮ ﭘﺮﯦګﺪم ﺧﻮ
ﻳﻮه ﺧﺒﺮه ﺑﻪ ﺿﺮور ﻛﻮم ﭼﯥ ﻳﻮ ﻓﻦ ﻳﺎ ﻳﻮه ﻓﻦ ﭘﺎره دَ ﺗﻨﻘﻴﺪ دَ ﻣﺮﺣﻠﻮ ﻧﻪ اووځﻲ ....دَ ﻛﻤﻮ او ﺧﻮﺑﻮ ﺟﺎﺋﺰه
واﻏﺴﺘﻰ ﺷﻲ -ﻧﻮ دﻏﻪ رﻧګ دَ ﻛﻤﻮ او ﻛﻤﺰورﻳﺎﻧﻮ اﺻﻼح ﻛﯧﺪى ﺷﻲ او ﺧﻮﺑﻴﺎﻧﯥ ﻧﻮرې ښﯥ ﻛﯧﺪى ﺷﻲ –
ﺗﻨﻘﻴﺪ دَ ﻓﻦ ﺿﺮورت دى -ﺑﺎﻳﺪ ﭼﯥ ﻫﺮ ﻧﻘﺎد آزاداﻧﻪ ﻃﻮر دَ ﻳﻮ ﻓﻦ ﭘﺎرې ﻛﻤۍ او ﺧﻮﺑۍ راوﺑﺎڅﻲ ﭼﯥ
داﺳﯥ دَ اﺻﻼح ﻋﻤﻞ ﺟﺎري ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻲ -او دَ ﻳﻮ اﻋﻠﻰ ﻣﻌﻴﺎر ﺗﻌﻴﻦ ﻫﻢ اوﺷﻲ –
زه دَ ﻫﻐﻪ ټﻮﻟﻮ ﻣﻠګﺮو ﺷﻜﺮﻳﻪ ادا ﻛﻮم ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻫﻜﻠﻪ ﻳﯥ زﻣﺎ دَ ﻧﻮي ﻛﻮﺷﺶ ﻻري ﺳﻤﯥ ﻛړې -ﭘﻪ
دې ﻛﯥ دَ ﻣﻠګﺮي روښﺎن ﻳﻮﺳﻔﺰي او ﺣﻨﻴﻒ ﺧﻠﻴﻞ ډﯦﺮه ﻣﻨﻨﻪ ﻛﻮم ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻣﯥ ورﺳﺮه دَ دې ﺧﺒﺮې ذﻛﺮ اوﻛړو
ﻧﻮ زﻣﺎ ﺣﻮﺻﻠﯥ ﺋﯥ اوﭼﺘﯥ ﻛړې -دَ ﻣﺤﺘﺮم اﻳﺎز داؤدزﺋﻲ ډﯦﺮه اﺣﺴﺎﻧﻤﻨﺪه ﻳﻢ ﭼﯥ دَ دې ﻛﺘﺎب دﭘﺎره ﺋﯥ ﺧﭙﻞ
ﺧﺎﺋﺴﺘﻪ ﻟﻴﻚ دَ دﻳﺒﺎﭼﯥ ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ راﭘﻴﺮزؤ ﻛړو ــــــــ دَ ﺧﭙﻞ ﻣﺤﺘﺮم ﭘﻼر ﻣﻴﺎن ﻣﻈﻬﺮ ﺷﺎه ﻛﺎﻛﺎﺧﯧﻞ ډﯦﺮه
ﻣﻴﻨﻪ ده ﭼﯥ ﻫﻐﻮئ ﻳﻪ ﺳﺮﭘﺮﺳﺘۍ ﻛﯥ دَ ادب دَ ﻧﻮم ﻧﻪ اﺷﻨﺎ ﺷﻮى ﻳﻢ او ﻧﻦ دَ ﺧﭙﻞ ﻓﻦ او ﻟﻴﻚ دَ ﺳﻔﺮ دَ ﻳﻮ ﻧﻮي
ﭘړاؤ ﻧﻪ ﺗﯧﺮﯦږم !! .......دَ ښﺎﻏﻠﻲ ﻫﺎرون رﺷﻴﺪ ﺧټﻚ ،دَ ﻣﻠګﺮي ﻋﻨﺎﻳﺖ اﷲ ﺿﻴﺎء ﻫﻢ ډﯦﺮه ﺷﻜﺮﻳﻪ ادا ﻛﻮم ﭼﯥ
ﭘﻪ دې ﻟﻴﻜﻨﻪ ﺋﯥ زﻣﺎ ﺣﻮﺻﻠﯥ ﻟﻜﻪ دَ ﻏﺮه ﻣﻀﺒﻮﻃﯥ ﻛړي دي -ﭘﻪ ﺗﯧﺮه دَ ﻣﻠګﺮي اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﻮ ﺟﻬﺎن ﻣﻨﻨﻪ
ﭼﯥ ﻣﺎ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﺎر ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ﺋﯥ راﺗﻪ وﺧﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ ﭘﻪ ډﯦﺮه ﻣﻴﻨﻪ راﺳﭙﺎرﻟﻲ دي -دَ ﻣﻠګﺮي اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ
ﺧﻮږې ﻣﻠګﺮي ډاﻛټﺮ وﻫﻴﺒﻪ ﺳﻜﺎﻧﻲ ﻫﻢ ﺷﻜﺮﻳﻪ ادا ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﻣﻴﻨﻪ وال ﻟﻴﻜﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﻛﺘﺎﺑﻲ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ﭘﻪ
ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺎﻟﻲ وﺳﺎﺋﻠﻮ ﭘﻪ ډﯦﺮه ﻣﻴﻨﻪ دَ ﭼﺎپ دَ ﻣﺮﺣﻠﯥ ﻧﻪ اوﺑﺎڅﻲ ...زه ﺋﯥ دَ دې ﻣﺴﻮدې اﺣﺴﺎﻧﻤﻨﺪه ﻳﻢ -دَ ﻣﻴﺎن
وﻗﺎر ﻋﻠﻲ ﺷﺎه او ﻏﻮرځﯥ ﻋﺎﺋﺸﻪ رﺑﺎب ﻫﻢ ﺷﻜﺮﻳﻪ ...ﭼﯥ دَ ﻛﺘﺎب ﻛﻤﭙﻮزﻧګ ﺋﯥ اوﻛړو -ﭘﻪ آﺧﺮه ﻛﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮ
راﺋﯥ او درﻧﻮ ﻣﺸﻮرو ﺗﻪ ﺑﻪ ﺳﺘﺮګﯥ ﭘﻪ ﻻر ﻳﻢ .....ﺑﻘﻮلٍ ﺷﺎﻋﺮ
ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ
ـ ـ ـ ـ ﻳﻮ ﻧﻈﺮ ،ﻳﻮه ﺟﺎﺋﺰه
) ﻳﺎدګﻴﺮﻧﻪ -:دا ﻛﺘﺎب ﭘﻪ ﻛﺎل ٨٨ – ١٩٨٧ﻛﯥ ﭼﺎپ ﺷﻮى دى(
ـــــــــــــــ
ﺑﯥ ﺗﺎ ﻣﺎﻧﺪه دَ ژوﻧﺪ ﭘﻪ ﺗﻮل ﻳﻢ ځﻜﻪ
ﭼﯥ ﺳﺘﺎ ﻟﻪ ﺟﻮره ﻳﻢ ﻻﻫﻮ ﭘﻪ ځﺎن ﻛﯥ
ﻟﻜﻪ ﺗﺎزه ﻏﻮﻧﺪې ﻳﻮ ﻣړى دَ ګﻮر
ﭼﯥ ورﺗﻪ ﭘﻮرﺗﻪ وي ﻻﺳﻮﻧﻪ ﻫﻤﯧﺶ
ﺧﻮ..ادﻳﺮو ﻛﯥ ﻧﻪ وي ﻧﺨښﯥ دَ ژوﻧﺪ
) ﺷﻮق(
ﻏﺎﻟﺒﺎً دَ ﻛﺎل 1987ع ﻳﺎ 1988ع ﺧﺒﺮه ده ..ﻣﺎ ﻧﻮى ﻧﻮى رﻳډﻳﻮ ﺗﻪ ﺗګ راﺗګ ﺷﺮوع ﻛړى وو -دَ رﻳډﻳﻮ
ﺳﺮه ﺳﺮه اﺧﺒﺎر او ﻳﻮ څﻮ رﺳﺎﻟﻮ ﺳﺮه ﻣﯥ ﻫﻢ ﺗړون ﺟﻮړ ﺷﻮى وو -او ﺑﻴﺎ ﻛﻮم ﻛﺘﺎب ﭼﯥ ﺑﻪ ادﺑﻲ وو ،دَ ﺷﺎﻋﺮۍ
وو ..ﻫﻐﻪ ﺧﻮ ﺑﻪ ﻣﯥ دَ ﻟﯧﻮﻧﺘﻮب ﺗﺮ ﺣﺪه ﺧﻮښﻮﻟﻮ -دَ ﻣﻄﺎﻟﻌﯥ ﺳﺮه ﺳﺮه دَ ﻟﻴﻚ ذوق ﻣﯥ ﻫﻢ داﺳﯥ دَ ﺟﻨﻮن ﭘﻪ
ﻣﻘﺎم وو ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮۍ ﺑﻪ ﻣﯥ ﭘﻪ ځﺎن راورﯦﺪوﻧﻜﻲ ﻣﺤﺴﻮﺳﻮﻟﻪ ..ﺧﻮ دَ دﻏﻪ وﺧﺖ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻧﻪ ﺧﻮ دوﻣﺮه
ﺳﻨﺠﻴﺪه رﻧګ ﻟﺮﻟﻮ ..او ﻧﻪ دَ ﻓﻦ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ داﺳﯥ ﭘﺨﻪ وه ﭼﯥ ذﻛﺮ ﺋﯥ ﺿﺮوري ﺷﻲ -اﻟﺒﺘﻪ دَ رﯦډﻳﻮ دَ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ
ﺳټﯧﺸﻨﻮﻧﻮ ﻧﻪ ادﺑﻲ او ﺛﻘﺎﻓﺘﻲ ﭘﺮوګﺮاﻣﻮﻧﻪ اورﯦﺪه ﻣﯥ دَ ورځﻮ ﺷﭙﻮ ﻳﻮ ﻣﻌﻤﻮل ګﺮځﯧﺪﻟﻰ وو ..او داﺳﯥ ﺑﻪ دَ
ادب دَ وﺟﻮد ،دَ ادب دَ اﻫﻤﻴﺖ ﭘﻪ ﻣﻌﻨﻮ دَ ﭘﻮﻫﯥ ﺟﻮګﻪ ﺷﻮي وم -ﺧﻮ ﺧﭙﻞ ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ ادب ﺑﻪ راﺗﻪ دَ ﻫﺎﻏﻪ ﻣﻌﻴﺎر
ﺑﯧﺨﻲ ﻧﻪ ښﻜﺎرﯦﺪو ،ﻛﻮم ﭼﻲ ﻣﺎﭘﻪ رﯦډﻳﻮ دَ اﻓﺴﺎﻧﯥ ،ﻏﺰل ،ﺗﻜﻞ ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ اورﯦﺪو ..ﻳﺎ ﻣﯥ دَ ﻟﻮﺳﺖ او
ﻣﻄﺎﻟﻌﯥ ﭘﻪ وﺳﻴﻠﻪ ﭘﯧﮋﻧﺪو -
دَ ﻛﺎﺑﻞ رﯦډﻳﻮ دَ ادﺑﻲ ﺷﻜﺮو ﻧﻪ ﻋﻼوه دَ ﻛﻮﺋټﯥ رﯦډﻳﻮ اﻧګﺎزې ﺑﻪ ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ دَ ﻫﻮا ﭘﻪ څﭙﻮ داﺳﯥ ﺻﻔﺎ او
واﺿﺤﻪ زﻣﺎ ﺳﻤﺎﻋﺖ ﺗﻪ را رﺳﻮﻟﯥ ﭼﯥ دَ دې ﻋﻼﻗﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﺨﺼﻮص ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ ﻟﻬﺠﯥ ،ژﺑﯥ ﺑﻪ زﻣﺎ دﻧﻨﻪ دَ
ﭘښﺘﻮ ژﺑﯥ او ادب ﺳﺮه دَ ﻣﻴﻨﯥ او ﻣﺤﺒﺖ ﻓﻄﺮي ﺗړون ﻻ دوﻣﺮه ﻣﻀﺒﻮط ﻛړو ﭼﻲ ﭘﻪ ﻫﺮ ځﻞ ﻣﺎ دﻏﻪ ﺧﻮږو
اﻧګﺎزو ﻧﻪ دَ ﺧﭙﻞ اﻧﺪاز دَ ﭘﺎره ډﯦﺮه ﻓﺎﺋﺪه ﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮﻟﻪ -داﺳﯥ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ..دَ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻧﺸﺮﻳﺎﺗﻲ ادارو ﻟﻪ ﺧﻮا دَ
ﺧﻮرﯦﺪوﻧﻜﻮ ﭘښﺘﻮ ﭘﺮوګﺮاﻣﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﺑﻪ ﻣﺎ دَ ﺧﭙﻞ ﻧﺸﺮﻳﺎﺗﻲ ﺳﻔﺮ دَ ﭘﺎره دَ ﺗﺮﺑﻴﺖ اﺳﺘﻔﺎده ﻛﻮﻟﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ زﻣﺎ ادﺑﻲ
ذوق ،ﺷﻮق او ﺗﻨﻘﻴﺪي ﻧﻈﺮ ﺗﻪ ﺋﯥ ډﯦﺮه ﺑﺨښﻨﻪ ﻛﻮﻟﻪ -
ښﺎﻏﻠﻰ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺑﻪ دَ ﻛﻮﺋټﯥ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﭘﺮوګﺮاﻣﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ دَ ﻳﻮ ﻛﻮرﺑﻪ ﭘﻪ ﺣﯧﺚ او ﻛﻠﻪ دَ ﻳﻮ
ﺷﺎﻋﺮ ﻣﯧﻠﻤﻪ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﺷﺎﻣﻞ وو ..ﺧﻮ دَ ﻫﺮ ﭼﺎ ﻧﻪ ﭘﻪ ﺑﯧﺨﻲ ﺑﯧﻞ اﻧﺪاز ..ﭘﻪ ﺑﯧﻠﻮ ﺑﯧﻠﻮ ﺧﺒﺮو -او داﺳﻲ دَ دې ﻟﯧﻮﻧﻲ
ﺷﺎﻋﺮ دَ ډﯦﺮو اورﯦﺪوﻧﻜﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه زﻣﺎ ﺳﺮه ﻫﻢ ﻳﻮه ﻏﺎﺋﺒﺎﻧﻪ ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ وه -او زﻣﺎ ښﻪ ﻳﺎد ﺷﻲ ،ﭼﻲ ده ﭘﻪ ﺧﭙﻞ
ﭘﺮوګﺮام " اﻣﯧﻞ" ﻛﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ښﺎﺋﺴﺘﻪ ﻧﻈﻢ ،ﻳﺎ ﺷﻌﺮوﻧﻮ او اﻓﺴﺎﻧﻮي ﻳﺎ داﺳﺘﺎﻧﻲ ﺧﺒﺮو دَ ﭼﺎ ﭼﺎ دَ ژوﻧﺪ څﻮ
ﻟﻤﺤﯥ ﭘﻪ ﺳﻜﻮن ﻛړې ..ﻧﻮ ﺧﺪاى ﺧﺒﺮ ﭼﯥ زﻣﺎ زړه ﺑﻪ دا ګﻮاﻫﻲ وﻟﯥ ورﻛﻮﻟﻪ ﭼﯥ ..دا ﺷﺎﻋﺮ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻓﻜﺮ او
ﺷﺎﻋﺮۍ ډﯦﺮ ﻣﺨﻜښﯥ ځﻲ -او ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﺑﻪ ﻣﻲ ګﻤﺎن ﺗﻪ داﺳﯥ ﻫﻢ راﻏﻠﻪ ﭼﯥ ﭼﺮﺗﻪ دا ﺷﺎﻋﺮ ﻳﻮ ﺧﻴﺎﻟﻲ ﻛﺮدار ﺧﻮ
ﻧﻪ دى ؟ ﺧﻮ دا ﺣﻘﻴﻘﺖ دآ ﭼﻲ دې ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﺤﻨﺖ ځﺎن او وﺟﻮد ﭘﻪ ﻫﺮ ﭼﺎ او ﻣﻨﻠﻮ -ﻳﻌﻨﯥ دَ رﯦډﻳﻮ ﻛﻮﺋټﯥ
دَ ﺳټﯧﺸﻦ ﻫﺎﻏﻪ ﭘښﺘﻮ ﭘﺮوګﺮام ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺑﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﻮږ اّواز ﻛﯥ ﺧﻮروﻟﻮ " ....اﻣﯧﻞ" -دﻏﻪ ﭘﺮوګﺮام
ﻛﻪ ﻳﻮ ﺧﻮاﺗﻪ دَ ده ﭘﻪ ﺷﻬﺮت او ﻣﻘﺒﻮﻟﻴﺖ ﻛﯥ ﺑﯥ ﻛﭽﻪ اﺿﺎﻓﻪ ﻛړې ده ..ﻧﻮ ﺑﻠﺨﻮا دَ دې ﭘﺮوګﺮام ﭘﻪ وﺳﯧﻠﯥ ﺑﻪ دَ
ده ﻏږ او دَ ده دﻏﻪ ﻓﻄﺮي ﻟﯧﻮﻧﻰ اﻧﺪاز ﺑﻪ دَ ﺑﻠﻮﭼﺴﺘﺎن ﺳﺮه ﺳﺮه دَ ﭘښﺘﻮﻧﺨﻮا ﭘﻪ ګڼﻮ ﻋﻼﻗﻮ ..ﻟﻜﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ،
ﭘﯧښﻮر ،ﺳﻮات او ﭘﻪ ﻧﻮرو ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ اﻧګﺎزې ﺧﻮروﻟﯥ -ده ﺑﻪ ﭘﻪ دﻏﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮي ﭘﺮوګﺮام ﻛﯥ ..دَ ﺧﭙﻠﻮ
ﻟﻔﻈﻮﻧﻮ او ﺟﺬﺑﻮ ﭘﻪ ﺟﺎدوګﺮۍ دَ اورﯦﺪوﻧﻜﻮ ﭘﺎم ﺧﭙﻞ ځﺎن ﺗﻪ را اړوﻟﻮ -دَ ده ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻠﻲ ﺷﻮي ﻣﺴﻮده ﻛﻲ ﺑﻪ
ژوﻧﺪ ،دَ ورځﻮ ﺷﭙﻮ دَ ﻣﻌﻤﻮل ﺧﺒﺮې ﻧﻪ وې ..ﻛﻮم ﭼﻲ دَ رﯦډﻳﻮ ﭘﺎﻟﻴﺴﻲ ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻲ ..او ﻫﺮ ﭘﺮوډﻳﻮﺳﺮ او ﻛﻮرﺑﻪ
ﺋﯥ ﺳﺮﻛﺎري ﺗﺎﺑﻊ وي -ﺑﻠﻜﻪ ده ﺑﻪ ﻫﺮ ﭘﺮوګﺮام ﻛﯥ دَ ﻣﻴﻨﯥ او ﻣﺤﺒﺖ ﺧﺒﺮې ﻛﻮﻟﯥ ..دَ ژوﻧﺪ او ﺟﺬﺑﻮ ﺧﺒﺮې ...ده
ﺑﻪ اورﯦﺪوﻧﻜﻮ ﺗﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﺟﻬﺎن ،ﺧﭙﻞ ﻓﻜﺮ او ﺧﭙﻞ ارﻣﺎن ﺧﺒﺮه ﻛﻮﻟﻪ -داﺳﯥ ﺑﻪ ښﻜﺎره ﻛﯧﺪه ..ﻟﻜﻪ ﭼﯥ دا وﺧﺖ
دئ دَ رﯦډﻳﻮ ﭘﻪ ﻣﺎﺋﻴﻜﺮوﻓﻮن ﻧﻪ وي ﻟګﻴﺎ ،ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻣﻴﻨﯥ او ﻣﺤﺒﺖ ..دَ ﻓﻦ او ﻫﻨﺮ دَ ﺟﺬﻳﺮو ﻧﻪ ﭘﻪ ډﯦﺮه ﻣﻴﻨﻪ ..ﭘﻪ
رو رو دَ ﺧﭙﻠﻮ ﺧﻴﺎﻻﺗﻮ اﻇﻬﺎر ﻛﻮي ،،ﻳﺎ ﻟﻜﻪ ﭼﯥ اورﯦﺪوﻧﻜﻰ ..ﺧﻮب وﻳﻨﻲ ..دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺟﻬﺎن ..دَ ﻣﺤﺒﺖ او اﻣﻦ
ﻳﻮې ﻧﻮي دُﻧﻴﺎ ..دَ ﺟﺬﺑﻮ دَ ﻳﻮ ښﺎﺋﺴﺘﻪ ﻛﻬﻜﺸﺎن ..دﻏﻪ ﺧﺒﺮې ﻫﻢ څﻮﻛﻪ ﻫﻮاﺋﻲ ﺧﺒﺮې وي -ﺧﻮ دَ زﻣﻴﻨﻲ ﺣﻘﺎﺋﻘﻮ
ﻳﻮ وﻳړ او ﭘﺮاﻧﺴﺘﻰ ﻛﺘﺎب وو -ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ اﻣﯧﻞ ﺗﻪ ﭘﻪ دوﻣﺮه ﻣﻴﻨﻪ او اﺧﻼص دَ ﺧﭙﻞ ﻓﻜﺮ او ﻓﻦ ،ﺧﭙﻞ اّواز او
اﻧﺪاز ﺧﻮاږه ورﻛﻮل ،ده دَ ﻳﻮ ﻣﻘﺼﺪ ﺗﺮ ﺣﺪه ﺿﺮوري ګڼﻞ -ده ﻟﻜﻪ ﭼﯥ دا ﻫﻢ ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ دَ رﯦډﻳﻮ ﭘﻪ دې
ﺧﻮﺑﻮﻟﻮ څﭙﻮ دَ ده ﻏږ ،دَ ده ﭘﯧﻐﺎم ،دَ ده ﻣﻴﻨﻪ او ﻣﺤﺒﺖ ﺗﺮ ﻟﺮې ﻟﺮې ﺧﻮر ﺷﻲ -او دﺋﻰ دي ﭘﻪ ﻫﺮ وﻃﻦ او ﻫﺮه
ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ ځﺎﻧﻠﻪ ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ ﭘﻴﺪا ﻛړي -دﻏﻪ وﺟﻪ وه ﭼﯥ ﻛﻠﻪ دَ ده وړوﻣﺒﻰ ﻛﺘﺎب " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" ﭼﺎپ ﺷﻮ ،
ﻧﻮ دَ اﻣﯧﻞ ﻧﻪ ﺗﺮ ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ ..دَ ده دَ ﻓﻦ او ﻓﻜﺮ ﺳﻔﺮ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻧﻮي دوام داره ﺗﺴﻠﺴﻞ ﻛﯥ داﺧﻞ ﺷﻮ -دﻏﻪ ورځﻮ
ﻛﯥ دَ ﻛﻮﺋټﯥ ﭘﻪ ﻳﻮ ﭘښﺘﻮ ﻣﺠﻠﯥ " اوﻟﺲ" ﻛﯥ دَ ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ دَ ﭼﺎپ ﻛﯧﺪو ﺧﺒﺮ زﻣﺎ دَ ﭘﺎره دَ ﻳﻮ ﻟﻮى زﯦﺮي ﻧﻪ
ﻛﻢ ﺧﻮ ﻧﻪ وو -ﭘﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮي ﻣﺠﻠﻪ ﻛﻲ ﭘﻪ دې ﻛﺘﺎب دَ ﻣﺤﺘﺮم رب ﻧﻮاز ﻣﺎﺋﻞ ﻳﺎ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ دَ ښﺎﻏﻠﻲ ﻣﺤﻤﻮد
اﻳﺎز ﻟﻴﻜﻠﻲ ﺗﺒﺼﺮې ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ دَ ﻣﺎ ﺳﺮه دَ دﻏﻪ ښﻜﻠﯥ ﺷﺎﻋﺮۍ دَ ﻣﺌﻴﻦ ﺷﺎﻋﺮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق داﺳﯥ ﺷﺨﺼﻲ
ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ اوﻛړه ،ﭼﻲ زه ﺋﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﭼﺎپ ﺷﻮي ﻛﺘﺎب ﭘﻪ ﻟټﻮن داﺳﯥ او دوﻣﺮه اوﻛړوﻟﻢ ﭼﯥ ﻣﺎ ﺑﻪ ﻟﻪ ﻫﺮ
ﻣﻠګﺮي دَ دې ﻛﺘﺎب ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﺧﺒﺮي ﻛﻮﻟﯥ ..وﻟﯥ ﭼﯥ دَ ﺷﻮق " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" ﻻ ﺧﻮ دَ ﭘښﻮر ﭘﻪ ﻛﺘﺎﺑﺨﺎﻧﻮ
او دوﻛﺎﻧﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻧﻪ ﻣﻮﻧﺪل ﻛﯧﺪو -ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻟږ ﻣﻮده ﭘﺲ ﭼﯥ ﻛﻠﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛﺘﺎب ﻣﺎﺗﻪ دَ ﭘښﻮر رﯦډﻳﻮ ﭘﻪ
دﻓﺘﺮ ﻛﯥ ښﺎﻏﻠﻲ ﺳﻬﯧﻞ ﺧټﻚ دَ ښﺎﻏﻠﻲ ﺳﺮدار ﻋﻠﻲ ﭘﻪ ﻻس راﻛړو ...ﻧﻮ ﻣﺎ ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ﻳﻮه ﻟﻮﻳﻪ او ﻗﻴﻤﺘﻲ ﺧﺰاﻧﻪ
ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړې وي -
دا ﺣﻘﻴﻘﺖ دى ،ﭼﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭘﻪ وﻃﻦ ﻛﯥ ﻣﻠﻜﯥ ﺣﺎﻻت دَ ﻣﺎرﺷﻞ ﻻ وو -ﭘﻪ داﺳﻲ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻛﯥ دَ ادب
او ﺷﺎﻋﺮۍ ﺷﻜﻞ دﻏﻪ رﻧګ ﺳﺎﺗﻞ دَ ﺷﺎﻋﺮ ادﻳﺐ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﻣﺠﺒﻮري وه ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﺗﻘﺎﺿﻪ ﻫﻢ وه -ﺧﻮ ﺑﻴﺎ
ﻫﻢ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ ﺷﺎﻋﺮي ﻛﻮل ...دَ ﻣﺰاﻫﻤﺘﻲ ﺗﺤﺮﻳﻚ ﭘﻴﺪا ﻛﻮل ..دَ وﺧﺖ ﺿﺮورت ﻫﻢ وو -او
ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻢ دَ دې ﺗﺤﺮﻳﻚ ﻳﻮ ﻣﺰاﻫﻤﺘﻲ ﻛﺮدار ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮى دى -ﺧﻮ دَ ژوﻧﺪدَ ﻛﻮم ﺳﺒﺎوْن دَ
ﭘﺎره ﭼﯥ دَ وﺧﺖ او ﺣﺎﻻﺗﻮ ﺗﻮرې ﺳﭙﻴﻨﯥ داﺳﯥ دَ ﺷﻌﻮر ﻣﺌﻴﻨﺎﻧﻮ ﺷﻠﻮﻟﻲ دي ﻧﻮ ﻫﺎﻏﻪ ﺳﺒﺎوْن ﻻ زﻣﻮﻧږ دَ ژوﻧﺪ
ﭘﻪ ﺳﻴﻤﻪ ښﻜﺎره ﺷﻮى ﻧﻪ دى -ﺧﻮ دَ ﻫﻐﯥ دَ ﭘﺎره ژوﻧﺪۍ ﻫﻠﯥ ځﻠﯥ رواﻧﯥ دي -څﻮ ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﻧﻪ ګﯧﺮ ﭼﺎﭘﯧﺮ ﻳﻮ
ﻣﻌﻘﻮل ﺳﻤﺎﺟﻲ او ﻓﻜﺮي ﻧﻈﺎم ﺧﭙﻞ وﺟﻮد اوﻧﻪ ښﺎﺋﻲ !!...دَ ﻣﺜﺎل ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دﻏﻪ وړﻣﺒۍ
ﺷﻌﺮي ﻣﺠﻤﻮﻋﻪ ﻛﯥ " ﻣﺎﺗﯥ څﺎﻧګﯥ" ﻧﻮﻣﯥ ﻧﻈﻢ دَ ﻫﺎﻏﻪ وﺧﺖ او ﺣﺎﻻﺗﻮ داﺳﯥ ﻛﻮټﻠﯥ ﻋﻜﺎﺳﻲ ﻛﻮي ،ﭘﻪ ﻛﻮم
ﻛﯥ ﭼﯥ دُﻧﻴﺎ دَ ﻳﻮې ﺗﺒﺪﻳﻠۍ ﻧﻪ ﺗﯧﺮﯦﺪه -ﭼﻲ ﭘﻪ ﻛﯥ دُﻧﻴﺎ دَ ﻧﻮى ﻧﻮى اﻧﻘﻼﺑﺎت راﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻛﯧﺪل ___ ،اﻧﺴﺎﻧﻲ
ژوﻧﺪ ﺧﭙﻠﯥ ټﻮﻟﯥ ﭼﺎرې داﺳﯥ ﺑﺪﻟﻮﻟﯥ ..ﭼﯥ دَ ﺗﻬﺬﻳﺐ ﻳﻮ ﻧﻮى ﺷﻜﻞ راﻣﺦ ﺗﻪ ﻛﯧﺪو -دَ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺗﻬﺬﻳﺐ ﭼﯥ
دَ ﺗﻬﺬﻳﺐ ﻧﻮم ﻳﺎ ﻟﻔﻆ ورﺗﻪ اﻏﻴﺴﺘﻞ ﻫﻢ ﻋﺠﻴﺒﻪ ﻏﻮﻧﺪې ښﻜﺎري ..ﺧﻮ ﺑﺤﺮﺣﺎل ﺣﺎﻻت ﭼﯥ څﻨګﻪ ﺟﻮړﯦﺪل ..
اﻧﺴﺎﻧﻲ ژوﻧﺪ ،ﻧﻔﺴﻴﺎت ،اﻧﺴﺎﻧﻲ روﺋﻴﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﻮم اﻧﺪاز ﻛﯥ ښﻜﺎره ﻛﻮﻟﯥ ﻧﻮ ﻳﻮ ﺗﻬﺬﻳﺒﻲ ﻋﻤﻞ ﺧﻮ ﺿﺮور
وو -ﻻﻛﻦ دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﺳﻴﻤﯥ ﻛﯥ اﻧﺴﺎن دَ اّزادۍ ،ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ،ﺷﻌﻮر،او ﻣﺨﺘﻪ وﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ ﻧﻮر ﻧﻮر دَ
ﺧﭙﻞ ذات ﭘﻪ ﻟﻮر ﺳﺘﻨﯧﺪﻟﻮ او ځﻨﺎوري روﺋﻴﯥ ﻳﯥ داﺳﯥ ﺧﭙﻠﻮﻟﯥ -ﻟﻜﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﻳﯥ اﻇﻬﺎر ﭘﻪ
"دﻣﺎﻣﯥ" " ،څﻮك ﺧﭙﻞ ..څﻮك ﭘﺮﯦﺪى " " ،ﺳﭙﻴﻨﯥ ﻣﺎڼۍ " " ،اﺷﺘﻬﺎر" " ،ﺗﺮاﻧﻪ دَ ﻳﺎﻏﻲ ژوﻧﺪ" " ،ﺑﯥ
ﺣﺴﻪ دﯦﻮال" " ،ﻳﻮه ﭘﻮښﺘﻨﻪ" " ،ﭘﻪ ﺧﻠﻪ ﻳﻮه او ﭘﻪ زړه ﺑﻠﻪ" " ،ﺗﻠﻜﯥ" او دﻏﻪ رﻧګﻪ ﻧﻮرو ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ
وﺧﺖ ﺣﺎل او ﺣﺎﻟﺖ ﭘﻪ اﺷﺎرﺗﻲ اﺧﺘﺼﺎر او ﻋﻼﻣﺘﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ دَ ﺗﺎرﻳﺦ ﺑﺮﺧﻪ ﺟﻮړوي -ﺧﻮ دَ دې ﻻﻧﺪﯦﻨﻲ
وړاﻧﺪې ﺷﻮي ﻧﻈﻢ ﻋﻼﻣﺘﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻛﻪ ﺗﺎﺳﻮ ښﻪ ﭘﻪ ﻏﻮر اوګﻮرئ ﻧﻮ دَ ﻫﺎﻏﻪ وﺧﺖ دَ ﺳﻴﺎﺳﻲ ،ﺳﻤﺎﺟﻲ او ﻓﻜﺮي
ﺣﺎﻻﺗﻮ ښﻪ اﻧځﻮرګﺮي ﻛﻮي..
ﻣﺎﺗﯥ څﺎﻧګﯥ
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ
ﻟﻮﻧﺪ دى ﺣﻠﻖ دَ ﺗږو زړوﻧﻮ
دَ ﺑﺎراﻧﻲ ﺳﺘﺮګﻮ ﭘﻪ اوښﻜﻮ ﺑﺎﻧﺪې
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ
روڼﯥ اﻳښﯧﺪﻟﯥ ﺧﻮﻟﯥ
دي ګﺮځﯧﺪﻟﯥ دَ ﻣﺎڼﻴﺎﻧﻮ ﺧښﺘﯥ
ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ
ګﻮرئ ،ﺗﻜﻪ ﺳﺮه ده ځﻤﻜﻪ
دَ ژوﻧﺪاﻧﻪ ﺗﺮ وﻧﯥ ﻻﻧﺪې دﻟﺘﻪ
او ﻫﺮ زﻳﺎرﻛﺶ دَ ﻣﺎﺗﯥ څﺎﻧګﯥ ﭘﻪ ﭼﻢ
ﭘﻪ ﭘﺮې ﭘﺮې ﻏﺎړه راټﺎﻟﯧږي ﻣُﺪام
دَ ﻗﺼﺎﺑﯥ دَ ﺳﺮه ﭘُﻮﺳﻪ ﭘﻪ رﻧګﻪ
ﭼﻲ ګﻮټ ګﻮټ وﻳﻨﯥ ځﻴﻨﯥ څﺎڅﻲ ﻛښﺘﻪ
او څﻨګﻪ ﭼﯥ دا ﻛﺘﺎب راﻏﻠﻮ ..ﻧﻮ دَ ادﺑﻲ ﺣﻠﻘﻮ ﻧﻪ ﻳﯥ زﺑﺮدﺳﺖ ﺷﺎﺑﺎﺷﻰ اوګټﻠﻮ او ﻫﺮﭼﺎ ،ﻫﺮ ﻓﻜﺮ
ﻟﺮوﻧﻜﯥ ﻟﻴﻜﻮال دَ دې وﺧﺖ دَ دې ځﻮان ،ځﻠﻤﻲ ﺷﺎﻋﺮ ﻓﻜﺮي ﻣﺤﻨﺖ ﺗﻪ ﭘﻪ ډﯦﺮه درﻧﺎوي اوﻛﺘﻞ او دَ ده دﻏﻪ
ﻫﻠﯥ ځﻠﯥ ﻳﯥ ډﯦﺮي اوﺳﺘﺎﺋﻴﻠﯥ -ﭘﻪ دې ﻛﺘﺎب ،دَ وﻃﻦ دَ رﯦډﯦﻮګﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﺑﻬﺮﻧﻮ ﻧﺸﺮﻳﺎﺗﻲ ادارو ..
ﻟﻜﻪ ﺑﻲ ﺑﻲ ﺳﻲ ،واﺋﺲ اّف ﺟﺮﻣﻨﻲ ،واﺋﺲ اّف اﻣﺮﻳﻜﺎ ،ﻛﺎﺑﻞ رﯦډﻳﻮ ،ﻗﺎﻫﺮه رﯦډﻳﻮ ..او ﻣﺎﺳﻜﻮ ﻫﻢ ﭘﺮې ډﯦﺮې
ﻛﻮټﻠﯥ ﺗﺒﺼﺮې او رﭘﻮرټﻮﻧﻪ وړاﻧﺪې ﻛړل -داﺳﯥ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دې ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻋﺎﻟﻤﻲ ادارو ..دَ دې ځﻮان ﺷﺎﻋﺮ
ډاډګﻴﺮﻧﻪ اوﻛړه ﺑﻠﻜﻪ دَ ده ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ ﻳﯥ ﺗﺮ ﻟﺮې ﻟﺮې دَ ﻓﻦ ﻣﺌﻴﻨﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻫﻢ اوﻛړه -ﻣﺎﺗﻪ ښﻪ ﭘﻪ ﻳﺎد ﺷﻲ ﭼﯥ
ﻛﺎﺑﻞ رﯦډﻳﻮ ﺧﻮ ﺑﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﻌﺮوف ﭘﺮوګﺮام " دَ ﺷﻮﻣﻪ دم اﻧګﺎزې" ﻛﯥ وﺧﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ دَ ﺳﺎرا ﺑﻴﺎﺑﺎﻧﻲ او
ﻓﺮﻳﺪه ﻫﻮډ ﺳﯧﻔﻲ ﭘﻪ ﺧﻮږو اّوازوﻧﻮ ﻛﯥ دَ دې ﻛﺘﺎب " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" ﻧﻪ ﻛﻠﻪ ﻧﻈﻢ او ﻛﻠﻪ ﻏﺰل ﺧﻮروﻟﻮ -او
داﺳﯥ ﭼﺮﺗﻪ ﭼﺮﺗﻪ ﭼﯥ ﭘښﺘﻮ وﺋﻴﻠﻰ ،اورﯦﺪﻟﻰ او ﻟﻮﺳﺘﻠﻰ ﺷﻮه ..ﻫﻠﺘﻪ دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﻮم او ﺷﺨﺼﻴﺖ
دَ ﻳﻮې درﻧﯥ ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ ﺳﺮه ﻣﻮﺟﻮد وو -ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ..دَ دې دوﻣﺮه ﻋﺰت او ﺷﻬﺮت ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻧﻪ ﭘﺲ ډﯦﺮه ﻣﻮده
دَ دې ﻟﯧﻮﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ ﻛﻮم ﺑﻞ ﻛﺘﺎب راﻧﻐﻠﻮ ..او ﺧﭙﻠﻪ دﺋﻰ ﻫﻢ ﺗﺮ ډﯦﺮه وﺧﺘﻪ دَ ﭘښﺘﻮ ادب او ﭘﻪ ﺗﯧﺮه ﺗﯧﺮه دَ ﭘښﺘﻮ
دَ ﺷﻌﺮ دَ ﻣﻴﺪان ﻧﻪ ﺑﻬﺮ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮ -ﻫﻴڅ ﭼﺎﺗﻪ دا ﻧﻪ وه ﻣﻌﻠﻮﻣﻪ ﭼﯥ ﻫﺎﻏﻪ ﺗﺤﺮﻳﻚ ﻛﻮم ﭼﯥ ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻟﯧﻮﻧﺘﻮب او
ﻣﻴﻨﻪ راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮآ وو ..اّﺧﺮ څﻪ ﺷﻮ؟؟ دَ ﻫﺮ ﭼﺎ دﭘﺎره ﻳﯥ دَ ﻳﻮ ﺳﻮاﻟﻴﻪ ﺗﻮري ﺷﻜﻞ اﺧﺘﻴﺎر ﻛړو -ﺧﻮ ﺑﻴﺎ دَ ﻳﻮې
ډﯦﺮې اوږدې ﻏﯧﺮﺣﺎﺿﺮۍ ﻧﻪ ﭘﺲ دَ " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" ﺗﺨﻠﻴﻖ ﻛﺎر ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ دَ ﻳﻮ ښﺎﺋﺴﺘﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ
ﻧګﺎر ﭘﻪ ﺣﯧﺚ دَ ﻳﻮې ﺑﻠﯥ ﻻ زواﻟﻪ ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ ﺳﺮه ﻳﻮ ﺑﻞ ﻧﺎ اﺷﻨﺎ ﻣﻴﺪان ﺗﻪ داﺳﯥ دَ ﺧﻮږو ﺳﺮه ﻣﻠګﺮى راﻏﻠﻮ ﭼﯥ
ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺣﯧﺮت ﻛﯥ واﭼﻮﻟﻮ -دا ﻣﻴﺪان ﻛﻪ ﻫﺮ څﻮ دَ ده دﭘﺎره ﻧﻮى وو ..ﺧﻮ ده ﺗﻪ دَ دُﻧﻴﺎ دَ ګڼ ﻣﻠﻜﻮﻧﻮ
ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﻳﻮ ﻧﻮى اﻋﺘﻤﺎد ورﻛړى وو ..او دا ﻣﻴﺪان ﻳﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺻﻼﺣﺘﻮﻧﻮ داﺳﯥ اوګټﻠﻮ ﻟﻜﻪ ﭼﯥ دا ﻣﻴﺪان
دَ ډﯦﺮ وﺧﺖ ﻧﻪ ﻫﻢ دَ ده ﺟﺎګﻴﺮ وي -دﻟﺘﻪ ﭘښﺘﻮ ادب ﻛﯥ ﭼﯥ دَ ګﻮﺗﻮ دَ ﺷﻤﯧﺮ څﻮ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻣﻮﻧږ ﺳﺮه ﻣﻮﺟﻮدي
وې ﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻐﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ ځﺎﻧﻠﻪ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ځﺎﻧګړى ﻣﻘﺎم ﺣﺎﺻﻞ ﻛړو -
ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮي وه ..ﻧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺷﺎﻋﺮۍ وو -ﭼﯥ ﺳﻔﺮوﻧﻪ ﻳﯥ اوﻛړو ﻧﻮ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﺷﻮ -ﺧﻮ دَ
ﺷﺎﻋﺮۍ ﻫﺎﻏﻪ ښﺎﭘﯧﺮﻳﺎﻧﻲ ﻛﻮﻣﯥ ﭼﯥ ده ﭘﻪ ډﯦﺮه ﻣﻴﻨﻪ او ﻧﺎز ﭘﺎﻟﻠﯥ او ﺳﺎﺗﻠﯥ دي ..ﻫﻐﻪ ﻳﯥ اوس ﻫﻢ دَ ﺧﭙﻠﻮ زر
زري وزرو ﺳﺮه ﭘﻪ ﻓﻜﺮ ﺳﻴﻮرې ﺳﻴﻮرې ﻛﯧﺪې -دﻏﻪ وﺟﻪ ده ﭼﯥ دَ ده دﻏﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻫﻢ دَ ﺷﺎﻋﺮۍﭘﻪ ﻣﺎﺣﻮل
ﻛﯥ راﭘﻴﺪا ﺷﻮي دي -ﻳﺎ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ..ﺷﺎﻋﺮۍ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ رﻧګ اﻏﺴﺘﻰ وي -ﺧﻮ دَ ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ ﻧﻪ ﻟﺮې ﺑﻪ
ﻧﻪ ځﻮ -ﭼﯥ ﻛﻮﻣﻪ َ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ او ﻏﺰﻟﻮﻧﻮ وړﻣﺒۍ ﻣﺠﻤﻮﻋﻪ ده-
دې ﺧﺒﺮې ﻛﻲ ﻫﻴڅ ﺷﻚ ﻧﻴﺸﺘﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺷﻬﺮت دَ ﻏﺰﻟﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ
ﻛﯥ دَ ﻣﺨﺘﺼﺮو ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ دَ وﺟﯥ ﻧﻪ ﺷﻮى دى ..ﺧﻮ دَ ده دَ ﻏﺰل او ﭘﻪ ﻏﺰل ﻛﯥ دَ ﻧﻮې رﻧګ او ﺧﻮﻧﺪ ﻧﻪ اﻧﻜﺎر
ادﺑﻲ ﻧﺎ اﻧﺼﺎﻓﻲ ګڼﻠﻰ ﺷﻲ -وﻟﯥ ﭼﻲ دَ دې ﺷﺎﻋﺮ دا ﻻﻧﺪﯦﻨﻲ څﻮ درځﻨﻪ اﺷﻌﺎر ځﺎن ﻛﯥ ﻧﻮي ﻧﻮي ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت
او ﺷﻌﺮي ﺧﻮﻧﺪ داﺳﯥ راﻧﻐﺎړﻟﻰ ﻟﺮي ﭼﯥ ﻗﺎري ورﻧﻪ ﺧﻮﻧﺪ اﻏﺴﺘﻠﻰ ﺷﻲ -
دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮْ ﺷﻌﺮوﻧﻮ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮۍ دَ ﻏﺰل ﺑﺮﺧﯥ ﺗﻪ
ګﻮرو ..ﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ ﻛﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ څﻮﻣﺮه ﻫﻢ ﻏﺰﻟﯥ ﻟﻴﻜﻠﯥ دي ..ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻓﻨﻲ اﻋﺘﺒﺎر دوﻣﺮه دَ ﺧﻮﻧﺪ او
ﻣﺰې دي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﺮ ځﻞ ﺗﺮﻳﻨﻪ ﺑﻨﺪه ﻳﻮ ﻧﻮى ﺧﻮﻧﺪ اﺧﻠﻲ -ﻛﻪ اوﻛﺘﻠﻰ ﺷﻲ ﻧﻮ ښﺎﻏﻠﻰ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺑﻨﻴﺎدي ﺗﻮګﻪ ﺧﻮ
ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﺷﻬﺮت ﭘﻪ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻟﺮي او دَ ﻧﻈﻢ ﺷﺎﻋﺮ ورﺗﻪ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ ..ﺧﻮ ﻫﻐﻪ دَ "ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" دَ ﻏﺰﻟﻮ ﻧﻪ دا
ﺧﺒﺮه ﺛﺎﺑﺘﻪ ﻛړې ده ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﻛﺎﻣﻴﺎب ﻏﺰل ﻟﻴﻜﻮﻧﻜﻰ ﺷﺎﻋﺮ ﻫﻢ دى -ﻻﻛﻦ څﻨګﻪ؟؟ زﻣﺎ دَ دې ﺧﺒﺮې ﭘﻪ دﻟﻴﻞ
ﻛﯥ ﺑﻪ ﻣﻮﻧږ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮْ ﺷﻌﺮوﻧﻮ ﻳﻮ ﻣﺨﺘﺼﺮه ﺷﺎﻧﺘﯥ ﺗﻨﻘﻴﺪي ﺟﺎﺋﺰه وړاﻧﺪې ﻛړو او دا ﺑﻪ اوګﻮرو
ﭼﯥ دَ اّزاد او وړوﻛﻲ ﻧﻈﻢ دﻏﻪ ﻣﻌﺮوف ﺷﺎﻋﺮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق واﻗﻌﻲ دَ ﻏﺰل ښﻪ ﺷﺎﻋﺮ ﻫﻢ دى ..ﻛﻪ ﻧﻪ ؟؟
دَ ﭘﻮرﺗﻨﻲ ﻣﻨﺘﺨﺒﻮ اﺷﻌﺎرو ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﻲ ﻳﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ دَ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﻧﻪ ﭘﺲ دا ﻓﯧﺼﻠﻪ ﻓﻮراً ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ ،ﭼﯥ
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻏﺰﻟﻴﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﻟﺐ و ﻟﻬﺠﻪ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﻋﻼﻗﺎﺋﻴﺖ ﻟﺮي ..ﻫﻮﻣﺮه ﭘښﺘﻨﻲ رﻧګ او
ﺧﻮږﻟﺖ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ژﺑﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﭘﺴﺘﻪ ،ﺧﻮږه او رواﻧﻲ ﻟﺮي ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ ﻗﻨﺪﻫﺎري ﺗﻮرو ﻳﯥ
ﺷﯧﺮﻳﻨﻪ ﻛړې ﻫﻢ ده -ﻳﻌﻨﻲ دَ ﻫﻐﻪ ټﻮل ﺷﻌﺮوﻧﻪ ،دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﺨﺼﻮص ﭘښﺘﻨﻲ ﻧﻈﺮ ﻫﻐﻪ ﻧښﯥ ﻧښﺎﻧﯥ دي ،ﭼﯥ
ځﺎن ﻛﯥ دﻧﻨﻪ ﭘښﺘﻨﻲ ژوﻧﺪ ﭘﻪ رواﺟﻲ او ﺛﻘﺎﻓﺘﻲ ﺣﻮاﻟﻮ ﻗﺎري ﻣﺨﻲ ﺗﻪ داﺳﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺮ ږدي -ﭼﯥ ﻟﻜﻪ ﻫﺮ څﻪ ﭼﯥ
ﺳﺘﺮګﻮ ﺗﻪ ښﻜﺎره وي -دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻏﺰل ﻛﯥ ﻓﻜﺮ ﭘﻪ ﺳﺎده ټﻜﻮ ﻛﯥ ﺑﻴﺎن ﺷﻮى دى ..ﺧﻮ دﻏﻪ ﺳﺎدګۍ ﺑﻨﺪه
ﭘﻪ ﺳﻮچ ﻛﻮﻟﻮ ﻣﺠﺒﻮره ﻛﻮي -وﻟﯥ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺷﻌﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﺑﻴﺎﻧﻴﻪ اﻧﺪاز دَ ﻧﻮْ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﺳﺮه ﻏﺎړه ﻏړى
ﻛﯧږي -او ﻫﺮ ﺷﻌﺮ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺗﻤﺜﻴﻠﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ اﺷﻜﺎل دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ داﺳﯥ زﯦږوي ..ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ
ﺧﭙﻠﻪ ﻫﺮڅﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺘﺮګﻮ ګﻮري -او دا ﻫﻐﻪ ﻫﻨﺮ دى ،ﭼﯥ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﻳﻮ اﻧﺴﺎن ..دَ ﻳﻮ ﻋﺎم اﻧﺴﺎن ﻧﻪ
ﻣﺨﺼﻮص ﻛﻮي ..ﺑﻠﻜﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻓﻨﻜﺎر ورﻧﻪ ﺟﻮړوي ﭼﯥ ﻛﻪ ﻫﻐﻪ ﺷﺎﻋﺮي ﻛﻮي ﻧﻮ ﻫﻢ دَ ﻧﻮرو ﻋﺎﻣﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ
ﻧﻪ ﭘﻪ ﻧﻮي او ﺑﺪل اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻳﯥ ﻛﻮي -او دا ﻫﻨﺮ ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻮق ﻻس ﺗﻪ ﻛړى دى -ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﺷﺎﻋﺮ دى ..ﺑﻠﻜﻪ ډﯦﺮ
ښﻪ ﺷﺎﻋﺮ دى -ﺧﻮ ﭘﻪ ﺷﻌﺮ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﻛﯥ دَ رواﻳﺖ ﭘﺴﻨﺪۍ او ﺗﻨګ ﻧﻈﺮۍ ﻧﻪ ډډه ﻛﻮي ..ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ دَ ﭘښﺘﻨﻮ
ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ﻧﻪ ﻳﯥ ﻻر ﺑﯧﻠﻪ ﻛړي ده -او ﻫﺮ څﻪ ﺗﻪ ﭘﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻧﻈﺮ ګﻮري -ﺷﻮق دَ اوﻟﯥ ورځﯥ ﻧﻪ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې ﭘﻪ
ﻧﺎﻣﻌﻠﻮﻣﻮ ﻻرو روان ﺷﺎﻋﺮ دى -دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻓﻜﺮي ﺳﻔﺮ ﻛﯥ ﻛﻪ ﺳﺘړﻳﺎګﺎﻧﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﻧﻮ ﻫﻴﻠﯥ ﻫﻢ ﻟﺮي -او دا
ﭘﻪ ادب ﻛﯥ ﻫﻐﻪ څﻴﺰوﻧﻪ دي ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﻪ ښﻪ او ځﺎﻧګړى ﻟﻴﻜﻮال او ﺷﺎﻋﺮ ﺟﻮړوي -
دَ ﺷﻮق ﻏﺰﻟﻮ ﺗﻪ ﭼﯥ ﭘﺎم اوﻛړو ،ﻧﻮ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ اﺷﻌﺎرو ﻛﯥ ﭘﻪ ﻣﻌﺎﺷﺮﺗﻲ ﻧﺎ اﻧﺼﺎﻓﻴﺎﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﭘﻪ ﺳﻮاﻟﻴﻪ
اﻧﺪاز ﻛﯥ ګﻮزاروﻧﻪ داﺳﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺮي ﻃﺮﻳﻘﻪ ﺷﻮي دي ﭼﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ځﻮاب ﻟټﻮﻟﻮ ﻣﺠﺒﻮره ﻛﻮي -اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق ﺧﺒﺮي ﭘﻪ اﺷﺎرو ﻛﯥ ﻛﻮي ..ﺧﻮ دﻏﻪ اﺷﺎرې ﭘﻪ ﺷﻌﺮي ﻋﻼﻣﺘﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ اﺧﺘﺘﺎم ﺗﻪ رﺳﻮي -ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ دا
ﺷﺎﻋﺮ دَ اﻧﺘﻬﺎ ﻧﻪ دَ اﺑﺘﺪاً ﭘﻪ ﻟﻮر ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﺑﻮﺗﻠﻞ ﻏﻮاړي ..وﻟﯥ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ اﻓﻜﺎرو ﻧﻪ ﺳﺒﻖ اّﻣﻮزه ﻗﻴﺼﯥ
ﻣﺨﻲ ﺗﻪ ﺷﺎﻳﺪ ﭘﻪ دې را وړي ،ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﭘﺮون ﭘﻪ اّﺋﻴﻨﻮ ﻛﯥ دَ ﻧﻦ ﺟﺎﺋﺰه اﺧﻠﻲ -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ دَ ﻧﻦ ﻟﻪ ﻣﺮوﺟﻪ
اﻧﺴﺎﻧﻲ روﺋﻴﻮ ﻧﻪ ﻣﺎﻳﻮس ښﻜﺎري -ﺷﻜﻮه ،ﺷﻜﺎﻳﺖ او ﺑﺪو ﺗﻪ ﭘﻪ ﻧﺮه ﺑﺪ وﺋﻴﻞ او رښﺘﻴﺎ راﺑﺮﺳﯧﺮه ﻛﻮل دَ ﺷﻮق
ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ روﺋﻴﻮ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﻫﻨﺮي او ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻲ ﺑڼﻲ دي ،ﭼﻲ ﻫﻐﻪ ﭘﺮې ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻰ ﺧﻮ ﺷﻲ -ﻻﻛﻦ ﺳﺘﺎﺋﻴﻠﻰ
ځﻜﻪ ﻧﻪ ﺷﻲ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﺳﻨﺪرې او ﺗﺮاﻧﯥ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺣﺎل او ﺣﺎﻟﺖ ﺑﺎﻧﺪې ﻟﻴﻜﻠﻲ
ﻣﻌﺎﺷﺮﺗﻲ ﻣﺮﺛﻴﯥ ﭘﻪ ﻣﺎﺗﻤﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻣﻮﺟﻮدي دي -
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻏﺰﻟﻴﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ دا ﻻ ﻧﺪﯦﻨۍ ﻣﺤﺎورې دَ ﻫﻐﻪ ﺷﻌﺮي اﻓﻜﺎرو ﺗﻪ ﭘﻪ اﺷﺎرﺗﻲ اﻧﺪاز
ﺑﻴﺎﻧﻴﻪ ﻟﺐ وﻟﻬﺠﻪ داﺳﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺮ ورﻛﻮي ﭼﯥ دَ ﻋﻼﻗﺎﺋﻴﺖ ﻧﻪ دَ اّﻓﺎﻗﻴﺖ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻳُﻮن ﭘﻪ ﻛﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -راﺷﺊ
ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘښﺘﻨﻲ ﻧﻮي او زړې ﻣﺤﺎورې اوګﻮرو ﭼﯥ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮْ اﺷﻌﺎرو ﻛﯥ
راﻧﻐﺎړﻟﯥ دي -دَ ﻣﺜﺎل ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻟﻜﻪ " ..ﺑﺨﺖ ﺗﻮر ﺳﭙﻲ څټﻞ" " ،ﭘﻪ ﻻس ﻧﻪ راﺗﻠﻞ" "،ﺳﻤﻨﺪر ﭘﻪ ﻟﭙﻮ څﻴښﻞ"
" ،دَ اروا ﺗﻨﺪه ﻣﺎﺗﻮل" " ،ﺳﺘﺮګﯥ ﺳﺮې ﻛﯧﺪل" " ،ټﻮﻛﻪ ﭘﻪ ځﺎن ﻛﻮل" " ،دَ زړه ور ټﻜﻮل" "،ګﻮﻧګﻰ ګڼﻞ"
" ،ﭘﻪ ﺳﺮو اوروﻧﻮ ﻣﺰل ﻛﻮل" " ،څﻨګ ﺗﻪ ﻧﻪ ﭘﺮﯦښﻮل" " ،دَ ﺧﻨﺪا ﺳﻮب ﺟﻮړﯦﺪل" " ،ﭘﻠﻮ ﻏﻮﻧﺪې ﺷﺎﺗﻪ ﭘﺎﺗﻪ
ﻛﯧﺪل" " ،ژوﻧﺪ دَ ﺗﻤﻨﺎ ﺗﺮ ﻣﻨﺰل رﺳﻮل" " ،زړه ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ګﺮځﻮل" " ،دوې ﻟﻤﺤﯥ ﺑﯥ ﻏﻤﻪ ﻧﻪ ﻛﯧﺪل" " ،ﭘﻪ
ځﺎن ﭘﺴﯥ ځﻐﻠﻮل" " ،ﭘﺎم ﻏﻠﻄﻠﻮل" " ،ﭘﻪ ﺧﻮږو ﻛﯥ راګﯧﺮﯦﺪل" " ،څړﻛﯥ ﻟﻮﺑﻮل" "،ﭘﻪ ژﺑﻲ ګﻮﻧګﻰ ﻛﯧﺪل"
" ،ﭘﻪ ﭘښﻮ ﻛﯥ زړه ږدل" " ،ﺗﺮڅ ﻛﺘﻞ" " ،ﺧﻮﻟﻪ ﺧﻮﻟﻪ ﻛﯧﺪل" " ،ﭘﻪ ﻏﻢ ﻏﻤﺠﻦ ﻛﯧﺪل" " ،دَ ﻻس ﻛﺮښﻲ
ﻏږﯦﺪل" " ،ﻣﻨګﻮﻟﯥ ﭘټﻮل" " ،ﻟﻪ ځﺎﻧﻪ ورﻛﯧﺪل" " ،ﺳﺘﺮګﯥ ﻏﻮښﺘﻞ"" ،دَ ﭼﻴﻐﯥ راﻏﺒﺮګﯧﺪل" " ،ﭘﻪ ﺗﻮل
ﻣﺎﻧﺪه ﻛﯧﺪل" " ،ﭘﻪ اُﻣﯧﺪ ﭘﺎﺋﯧﺪل" " ،ﭘﻪ ﻓﺎل را وﺗﻞ" " ،ﭘﻪ ﺗﻨﺪي ﺧﺎل ږدل" " ،دَ ژوﻧﺪ ﺳﺮاب ﻛﯧﺪل" " ،زړه
اوﺑﻮل" " ،زړه ﻟﻪ اوږې ورﻛﻮل" " ،ﻇﻠﻢ ﻏﻨﺪل" " ،دَ ﻋﺸﻖ ﻣﻌﺮاج ﺗﻪ رﺳﯧﺪل" " ،رﺳﻮاﺋﻲ ﭘﻪ ﺗﻨﺪي ﺧﺎل
ﻛﯧﺪل" " ،ﺗﺮ ﻛﺎڼﯥ ﻛﻠﻚ زړه ﻛﻮګﻞ ﻛﯥ ګﺮځﻮل" " ،دَ دروﻏﻮ ﺣﻮﺻﻠﯥ ورﻛﻮل" " ،ﺳﭙﻴﻨﯥ ﺳﭙﯧﺪې ﻟټﻮل" ،
" زړه ﭘﻪ ﺧﻠﻮص وﻳﻨځﻞ" " ،دَاّﺳﻤﺎن ژړﯦﺪل" او داﺳﯥ ﻧﻮرې زړې او ﻧﻮې ﻣﺤﺎورې ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ دﻳﻮ ﺑﻞ ﭘښﺘﻮ
ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ راﻏﻠﯥ وي -دَ ﺷﻮق دَ ﻏﺰﻟﻮ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﭘﺲ داﺳﯥ ښﻜﺎرې ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ دَ ﻫﺮ ﻓﻜﺮ اﻇﻬﺎر ﭘﻪ
ﻣﺤﺎوراﺗﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻛﻮﻟﻮ ﻫﻨﺮ ﺧﭙﻞ ﺷﻌﺮي ﻣﺴﻠﻚ ﺟﻮړ ﻛړى وي -ﻧﻮ ځﻜﻪ دا وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ ،ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق
ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ دې ﺣﻮاﻟﻪ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﻣﻨﻔﺮد دى ﺑﻠﻜﻪ داﺳﯥ اﻧﺪاز ﻳﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﺷﻌﺮي اﻇﻬﺎر ذرﻳﻌﻪ ﻫﻢ ګڼﻠﻰ ده -
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺷﺎﻋﺮۍ ﭘﻪ ځﺎن ﻛﯥ ﺛﻘﺎﻓﺘﻲ ﺣﻮاﻟﯥ ﻟﺮي ..ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﻓﻜﺮ ﺗﻪ ﺗﻘﻮﻳﺖ ورﻛﻮي -دَ ﻫﻐﻪ
ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﻋﺎم ﻓﻬﻤﻪ دي ..ﺧﻮ دﻏﻪ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﭘﻪ داﺳﯥ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﻫﻨﺮي اﺷﺎرو او دﻟﻴﻠﻮﻧﻮ
ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت څﭙړي ﭼﯥ ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ ﻣﺴﺌﻠﯥ ﺗﻪ اّﻓﺎﻗﻲ رﻧګ ﭘﻪ ﻛﻮټﻠﻲ اﻧﺪاز ورﻛﻮي ..او دَ دُﻧﻴﺎ دَ ﻫﺮ ﻣﻈﻠﻮم ﻗﺎم
ﻣﺴﺌﻠﻪ ﺗﺮﻳﻨﻪ ﺟﻮړوي -ﻛﻪ ﻳﻮ ﺧﻮاﺗﻪ داﺳﯥ ﻟﻔﻈﻲ ﺟﻮړښﺖ او ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﻟﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻻﻧﺪﯦﻨﺌﻴﻮ ورﻛړل ﺷﻮْ
اﺷﻌﺎرو ﻛﯥ ﭼﯥ ځﺎى ﻛړل ﺷﻮي دي -ﺗﺎﺳﻮ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻛﺘﻠﻰ ﺷﺊ ".دَ ﺷﭙﯥ ﻟﻪ ﺳﺘﺮګﻮ زﻟﻔﯥ ټﻮﻟﻮل""،دَ ﻓﺮاق ﭘﻪ
ﻣﯧﭽﻦ اڼﻞ" " ،ﭘﻪ ﻛﭻ اوږده ﻛﯧﺪل" " ،دَ اُﻣﻴﺪ اﺳﭙﯥ دَ ژوﻧﺪ ﭘﻪ دښﺖ ځﻐﻠﻮل" " ،ﭘﻪ ﺳﭙﻴﻦ ﻛﺎﻏﺬ دَ ﻟﻔﻈﻮﻧﻮ
ﺗړون" " ،دَ ﺟﺬﺑﯥ ﻣﺮﺋﻴﻲ ﻛﯧﺪل" " ،دَ ﺷﭙﯥ زﻟﻔﯥ ﻟﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ټﻮﻟﻮل" " ،دَ ﻟﻤﺮ وﻳښﯧﺪل" " ،دَ زړه ور ټﻜﻮل"
"،ﺳﭙﺮﻟﻰ ﭘﻪ وﻳښﻪ ﻫﻢ ﺧﻮب" " ،دَ ژوﻧﺪ دَ وﺳﻮﺳﻲ وژﻧﻪ" " ،ﻛﺎﻏﺬي ښﻜﻼ" " ،دَ ټﭙﻲ ﻣﺎرﻏﻪ ﭘﻪ ﺷﺎن
ټﭙﺮﯦﺪل" " ،ﺑﯥ وزره ﺗﻠﻮﺳﯥ" " ،دَ رښﺘﻴﺎ ﭘﻪ ﻣﻌﺎﻣﻠﻪ ﻛﯥ ﻏﻞ ﻛﯧﺪل" " ،دَ اﻧﺪﯦښﻨﻮ اﻣﺒﺎر" " ،دﯦﻮاﻟﻮ ﺧﻮاﺗﻪ
دَ ﺳﻴﻮرو ټﻮﻟﯧﺪل" " ،دَ ﺷﻴﺸﯥ ﻧﺎزك ﺑﻨګړى" " ،ﻣﻮﺳﻤﻲ ډوْل ﻳﺎراﻧﯥ " "،دَ دروﻏﻮ ﺣﻮﺻﻠﯥ ﻟټﻮل"،
"دَ زړه ﺧﻴﺮن وﺟﻮد وﻳﻨځﻞ" " ،زړه ﺧﻮ ﺷﻴﺸﻪ دى ،ﭘﻪ ﺷﻴﺸﯥ څﻪ ﺑﺎور" " ،ﺗﻠﻪ دي ﭘﻪ ﻏﻤﺠﻨﻪ ﻻر" " ،دَ
وﺟﻮد ﭘﻪ وران ﻣﺰار ﻛﻲ دَ څﺮاغ ﻟﻮګﯧﺪل " " ،ﺑﯥ ﺛﻤﺮه ﺷﻴﻨﻜۍ وﻧﻪ دَ ژوﻧﺪ" " ،ﺳﻔﺮ ﻳﺎدﯦږي ﺗﻨﺪه" او داﺳﯥ
ﻧﻮر ﻧﻮر ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻏﺰﻟﻮ ﻛﯥ اﺳﺘﻌﻤﺎل ﻛړي دي ..دَ ﻫﻐﻪ اﻓﻜﺎر ﭘﻪ ﺷﻌﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﻧﻪ
ﻳﻮاځﯥ ﭘښﺘﻨﯥ اﻧﺪاز واﺿﺤﻪ ﻛﻮي ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻫﻐﻪ وَ ﺷﻌﺮﻳﺖ ﺗﻪ ﺧﻮږه ژﺑﻪ ﻫﻢ ﺑﺨښﻲ -ﺑﻠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ ﭘﻪ ﻻﻧﺪې ذﻛﺮ
ﺷﻮْ ﺷﻌﺮوﻧﻮ ﻛﯥ دا ﻟﻔﻈﻲ ﺟﻮړښﺖ دوﻣﺮه ﭘﻪ ﺟﺪﻳﺪ ﭘښﺘﻨﻲ ﻣﺤﺎوراﺗﯥ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﺷﻮى دى ﭼﯥ دَ ﺷﻌﺮوﻧﻮ
ﺧﻮﻧﺪ زﻳﺎﺗﻮي -راﺷﺊ ﭼﯥ ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮي ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﭘﻪ دې ﻻﻧﺪﻳﻨﻲ اﺷﻌﺎرو ﻛﯥ اوګﻮرو ﭼﯥ څﻨګﻪ
ﺷﻌﺮي ژﺑﻪ ورﻛړل ﺷﻮې ده؟؟
ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﺗﻮګﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻏﺰل ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﺳﺎده او ﺑﯥ ﺳﺎﺧﺘﻪ دې ..ﻫﻮﻣﺮه ﭘﻪ ﻛﯥ دَ ﻏﺰل دَ ﻣﺮوﺟﻪ
ﭘﺎﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ ﻧﻪ ﻫﻢ زﻳﺎﺗﯥ ﭘﺎﭘﻨﺪﻳﺎﻧﻲ ﺳﺎﺗﻠﻰ ﺷﻮې دي -دَ ﺑﯧﺨﻲ ډﯦﺮو ﻏﺰﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ دَ ځﻴﻨﻮ ﺗﻮرو دَ ﺗﻜﺮار
ﻛﻪ دَ ﺷﻮق دَ ﻏﺰل ﺧﻮﻧﺪ ﺳﯧﻮا ﻛﻮي ..ﻧﻮ دَ ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ ﻟﺐ و ﻟﻬﺠﯥ ﻣﺴﺘﻌﻤﻠﯥ ﻣﺤﺎورې او ﻣﺘﻠﻮﻧﻪ ﻟﻜﻪ " دَ ﻧﺎز
ﻏﺎړې وﺋﻴﻞ " " ،ﺧﺎورې څټﻞ " او " ﻫﻮس اوﭼﯧﺪل " اﺳﺘﻌﻤﺎل دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺷﻌﺮﻛﯥ ﻣﻌﻨﻮي اﺑﻬﺎم ﻫﻢ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ
راوﻟﻲ -ﭘﻪ ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ..ﻏﺰل ﻫﻢ دَ ﺧﭙﻞ ځﺎﻧګړې ﻧﻈﻢ ﭘﻪ رﻧګﻪ ځﺎﻧﺘﻪ ﻣﺨﺼﻮﺻﻮﻟﻮ ﭘﻪ ښﻪ
ﻧﻴﺖ دَ ﺳﺎﺧﺖ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﻣﺸﻜﻞ ﻛﻮﻟﻮ ﻛﻮﺷﺶ ﻛړى دى -ﻳﻌﻨﻲ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻏﺰﻟﻮﻧﻮ ﻛﯥ دَ ﻓﻘﺮې ﻫﻮﻣﺮه اوږده
اوږده ردﻳﻔﻮﻧﻪ ډﯦﺮ ﭘﻪ ﻫﻨﺮ ﺗړي -او دَ ځﻴﻨﻮ ﻏﺰﻟﻮﻧﻮ ﭘﻪ وړو وړو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ دَ دوو ﻧﻪ ﺗﺮ څﻠﻮرو څﻠﻮرو
ﭘﻮري ﻗﺎﻓﻴﯥ ﺑﯥ دَ ردﻳﻒ ﻧﻪ داﺳﯥ ﭘﻪ اُﺳﺘﺎدۍ راﻧﻐﺎړﻟﯥ دي ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺷﻌﺮ ﻫﻨﺮي ﻛﻤﺎل ﺗﻪ اﺷﺎره ﻛﻮي -ﻛﻪ
ﻣﻮﻧږ اوګﻮرو ..ﻧﻮ ﻧﻴﻢ درځﻦ ﺗﻪ ﻧﻴﺰدې ﻏﺰﻟﻮﻧﻮ ﻛﯥ ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻮق دَ ﻳﻮ ردﻳﻒ ﭘﻪ ځﺎى څﻮ څﻮ ﻗﺎﻓﻴﯥ اﺳﺘﻌﻤﺎل
ﻛړي دي ..ﺧﻮ زه ﺗﺶ دَ دوو ﻏﺰﻟﻮﻧﻮ دا ﻳﻮ دوه ﺷﻌﺮوﻧﻪ دَ ﻧﻤﻮﻧﯥ دﭘﺎره وړاﻧﺪې ﻛﻮم..
ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻨﻲ ﺑﯥ ردﻳﻔﻪ ﺷﻌﺮﻛﯥ دَ "ﭼﯧﺮې" دَ ﺑﺎﻗﺎﻋﺪه ﺗﻜﺮار ﻧﻪ ﻋﻼوه دَ څﻠﻮرو ردﻳﻔﻮ اﻫﺘﻤﺎم
داﺳﯥ ﺷﻮې دى -ﻟﻜﻪ ﭘﻪ وړﻣﺒۍ ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻛﯥ "ﭼﺎ" "،ﻏﺮﻳﺒﻲ" ،رﺳﻤﻮﻧﻪ" او " ښﺎر" ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ ﭘﻪ دوﻳﻤﯥ
ﻣﺼﺮﻋﯥ ﻛﯥ "ﺳﺘړﻳﺎ" "،ﺳﺘﻮﻣﺎﻧﻲ"" ،ﺧﻨډوﻧﻪ" او" ﻻر" ﺗړﻟﯥ ﺷﻮي دي او ﭘﻪ ټﻮل ﻏﺰل ﻛﯥ دَ دې ﭘﺎﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ
ﺧﻴﺎل ﺳﺎﺗﻠﻰ ﺷﻮى دى -او ﻳﻮ ﺑﻞ ﻏﺰل ﻛﯥ دَ رﻳﻒ ﺳﺮه درې درې ﻗﺎﻓﻴﯥ ﺗړﻟﯥ ﺷﻮې دي ﻟﻜﻪ
روان ،ﺳﺎده او اﻧﺪاز ﺑﻴﺎن ﻳﯥ ډﯦﺮ ﺧﻮږﻟﺖ او ﺑﯥ ﺳﺎﺧﺘګﻲ ﻟﺮي -دﺋﻰ دﻟﺘﻪ دَ ﻏﺰل دَ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ رﻧګ
ﻛﯥ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ ژوﻧﺪ وَ ﻣﺴﺌﻠﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺳﺘﺮګﻪ ګﻮري ﭼﯥ ﻣﺴﺌﻠﻪ دَ ﻣﺴﺌﻠﯥ ﭘﻪ ﻣﻌﻨﯥ ﻛﯥ ﻧﻪ اﺧﻠﻲ ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ
ډﯦﺮ ﻣﻌﺼﻮﻣﺎﻧﻪ اﻧﺪاز او ﺳﺎده ﻃﺮز ﻛﯥ دﻏﻮ ﻣﺴﺌﻠﻮ ﺗﻪ اﺷﺎره ﻛﻮي -ﻛﻠﻪ ﻧﯧﻎ ﭘﻪ ﻧﯧﻐﻪ او ﻛﻠﻪ دَ ﻳﻮې ﻣﺒﻬﻤﯥ
ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرې ﭘﻪ رﻧګ ﻛﯥ ..ﻛﻪ دا اوواﻳﻮ ﭼﯥ دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ځﻴﻨﻮ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرو او اﺳﺘﻌﺎرو
ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﻓﻜﺮ دَ اﺑﻬﺎم ښﻜﺎر دى ..ﺧﻮ دَ دې ﺑﺎوﺟﻮد ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻞ اﻇﻬﺎر ﭘﻪ ډاډه او رواﻧﻲ ﻛړى دى -ﻧﻮ
ځﻜﻪ دا وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﻪ ﻳﻮاځﻲ دَ ﻧﻈﻢ ﻣﻨﻠﻰ ﺷﺎﻋﺮ دى ﺑﻠﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ډﯦﮕﺮ ښﻪ او ﺑﯧﺨﻲ ډﯦﺮ ښﻪ
ﻏﺰل ګﻮ ﺷﺎﻋﺮ ﻫﻢ دى -
وﺋﻴﻠﻰ ﻛﯧږي ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﭘښﺘﻮ ﭘﻪ ﺟﺪﻳﺪ او ﻣﺨﺘﺼﺮ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻣﯧﺪان ګټﻠﻰ دى -دا ﺧﺒﺮه ﺗﺮ ﻛﻮم
ﺣﺪه ﭘﻮرې ﺻﺤﻴﺢ ده ؟ دَ دې ځﻮاب دَ ﺷﻮق ﭘﻪ وړﻣﺒۍ ﺷﻌﺮي ﻛﺘﺎب " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" ﻛﯥ ﻣﻮﻧږ دَ دې ﻻﻧﺪﯦﻨﻮ
ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺟﺎﺋﺰه اﻏﻴﺴﺘﻠﻮ ﻛﯥ ښﻪ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ -
ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ " ﻧﻌﺖ " ﻛﯥ ټﻮﻟﻮ ﻧﻪ ﻟﻮﻳﻪ او دَ ﺧﻮﻧﺪ ﺧﺒﺮه دا ده ،ﭼﯥ ﭘﻪ اّزاد ﻧﻈﻢ ﻛﯥ داﺳﯥ ﭘﻪ اﺧﺘﺼﺎر او ﭘﻪ
ﻋﻼﻣﺘﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دى -ﭼﯥ ﻫﻴﭽﺮﺗﻪ ﻫﻢ ﭘﻜﯥ دَ ﺳﺮﻛﺎر دو ﻋﺎﻟﻢ ﻧﻮم ﻧﻪ دى ذﻛﺮ ﺷﻮى ..ﺧﻮ دَ
ﻣﺰې ﺧﺒﺮه دا ده ..ﭼﯥ دَ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﻧﻪ ﭘﺲ ﻳﻮ دم دَ ﺑﻨﺪه ذﻫﻦ ﺗﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﻣﺒﺎرك ﻧﻮم راﺷﻲ -او دا ﻫﻐﻪ ﺗﺠﺮﺑﻪ ده ﭼﯥ
ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﻳﯥ اﻛﺜﺮه ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻛﺎروي -دا دَ ﻫﻐﻪ ﺷﻌﺮي ﻫﻨﺮ او ﻛﻤﺎل دى -ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ داﺳﯥ ﭘﻪ
وړﻣﺒﻲ ځﻞ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛړي دي -ﻳﻌﻨﻲ داﺳﯥ ﺧﻮ اّزاد ﻧﻈﻢ ﭘښﺘﻮ ﻣﻴﺪان ﺗﻪ ډﯦﺮ وړاﻧﺪې راﻏﻠﻰ دى او دَ
اﻳﻮب ﺻﺎﺑﺮ ﻧﻪ ﺗﺮ ﻫﺎﺷﻢ ﺑﺎﺑﺮ او ﻫﺎﺷﻢ ﺑﺎﺑﺮ ﻧﻪ ﻳﯥ ﺗﺮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻮرې ﺳﻔﺮ ﻛﯥ ﺑﻼ ډﯦﺮ ﻧﻮر ﺷﺎﻋﺮان ﭘﻴﺪا ﻛړي
دي -ﺧﻮ زه دَ دې درو ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ذﻛﺮ ځﻜﻪ ﻛﻮم ..ﭼﯥ دا درې واړه ځﺎن ځﺎﻧﺘﻪ ﭘﻪ اﺳﻠﻮب ﻣﺸﻬﻮره ﺷﻮي دي -دَ
اوږده او ﺳﺎده ﻧﺜﺮي ﻧﻈﻢ ﻧﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺗﺮ ﻋﻼﻣﺘﻲ او ﺗﻤﺜﻴﻠﻲ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ داﺳﯥ اﺧﺘﺼﺎري ﺑڼﯥ اوزﯦږوﻟﯥ ﭼﯥ
اﻓﻀﻞ ورﻧﻪ دَ اﻓﻀﻠﻴﺖ ﺗﺮ ﺣﺪه ﺷﻮق ﻣﺸﻬﻮر ﺷﻮ -
ﭘﻪ اووْ وړو او ﻏټﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دى ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻄﻢ ځﺎن ﻛﯥ دﻧﻨﻪ ﻳﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ داﺳﺘﺎن ﻟﺮي -
ﻳﻌﻨﻲ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﺣﻀﺮت ﻣﺤﻤﺪ ﺻﻠﻌﻢ دې دُﻧﻴﺎ ﺗﻪ راﻏﻠﻮ ..ﻧﻮ دَ ﻫﻐﻪ ﻣﺜﺎل دَ ﺗﻮد او روښﺎﻧﻪ ﻟﻤﺮ وو ﭼﯥ ﺗﻴﺮې ﻳﯥ
ﻟﺮې ﻛړې او دَ وازګﻮ ﻧﻪ ﺟﻮړ ﻫﻐﻪ ټﻮل ﻓﺮﻋﻮﻧﺎن او اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺧﺪاﺋﻴﺎن ﻳﯥ داﺳﯥ ﺗﯧﺲ ﻧﯧﺲ ﻛړو -ﭼﯥ ﭘﻪ ﻻس
ﺟﻮړ ﻛړل ﺷﻮْ ﺟﻨﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ اوﺳﯧﺪﻟﻮ -ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دا ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ اﺷﺎرو اﺷﺎرو ﻛﯥ ﻳﯥ دَ اﺳﻼم دَ ﻇﻬﻮر ﭘﻮرا ﻗﻴﺼﻪ
ﻫﻢ ﺑﻴﺎن ﻛړې ده -ﻟﻜﻪ " دَ ﺳﻬﺎر دَ څﯧﺮې راښﻜﺎره ﻛﯧﺪل" " ،دَ وازګﻮ ﺟﻮړ ﺧﺪاﺋﻴﺎن او دَ ﻫﻐﻮئ ﻛﻮز ﻛﻮز
ﻛﺘﻞ" " ،ﺷﻴﺸﻪ ﻏﻮﻧﺪې ﻛﻮرو ﻛﯥ اوﺳﯧﺪل" " ،دَ ﻏﺮور ﭘﻪ داﻻن ﻧﺎﺳﺘﯧﺪل" او " دَ ﻟﻤﺮ ﭘﻪ وړاﻧګﻮ وﻳﻠﯧﺪل"
ﻫﻐﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرې دي ﭼﯥ ښﻜﺎري ﻧﻮي ..ﻻﻛﻦ ﺟﻮړي ﺷﻮي ﭘﻪ ﺳﺎده ﭘښﺘﻨﻲ ټﻜﻮ ﻛﯥ دي -ﻛﻮم ﭼﯥ ﭘښﺘﻨﻲ
رﻧګ او ﺧﻮﻧﺪ ﻟﺮي -ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ ﺷﻮق ﭼﯥ ﻫﺮ څﻮﻣﺮه ﻣﺨﯥ ﺗﻪ وﺗﻠﻲ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺑڼﻪ ﻛﯥ رو رو ﻣﻴﺪان ګټﻲ ،ﺧﻮ
ﭘښﺘﻮ او ﭘښﺘﻨﻲ ﺛﻘﺎﻓﺖ ﻫﻢ دَ ﻻﺳﻪ ﻧﻪ ورﻛﻮي ..او ورﺳﺮه رﺷﺘﯥ ډﯦﺮ ﭘﻪ ﻫﻨﺮ ﻣﻀﺒﻮﻃﯥ ﺳﺎﺗﻲ -
دا ﭘﻮرﺗﻨﻰ ﻧﻌﺘﻴﻪ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ اوو ﻏټﻮ او وړوﻛﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪي اړه ﻟﺮي ..ﻛﯥ ﻳﻮ ﺗﺮﺗﻴﺐ ﺳﺎﺗﻞ ﺷﻮى
دى -ﻳﻌﻨﻲ ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﭘﻪ اﺗﻬﻮ ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻮ ﻣﺸﺘﻤﻞ ده او دَ اّﻫﻨګ ،ﻟﻰ ،وزن او ﻣﻮﺳﻴﻘﻴﺖ دَ ﻟﺤﺎظ ﻧﻪ ﻳﻮ ﺑﻞ
ﺳﺮه داﺳﯥ ﺗړﻟﯥ ﺷﻮې دي ..ﭼﯥ ﻛﻪ ﻗﺎﻓﻴﯥ او ردﻳﻔﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺗړﻟﯥ ﺷﻮي وى ﻧﻮ دا ﺑﻪ ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻧﻈﻢ ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻮ -
اﻟﺒﺘﻪ اوس ﻫﻢ دَ ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮي ﺗﺮﺗﻴﺐ ﻟﻪ ﻻرې دا ﻧﻌﺘﻴﻪ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ اّزاده ﺑڼﻪ ﻛﯥ ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻧﻈﻢ دى-
٢ـ ـ اور او اوﺑﻪ
ﻳﺎره ! ﻣﻪ ﭘﻮري ﻛﻮه اور
زﻣﺎ دَ زړه وړې ﻧړۍ ﺗﻪ
ګﻨﯥ زﻣﺎ دﻏﻪ ﻟﻮګﻰ ﺑﻪ
دَ اوﺑﻮ ډﻛﻪ اورﻳځ ﺷﻲ
ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﺳﺮ ﺑﺎﻧﺪې دَ وَﺳﯥ
ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻟﻤﺒﯥ ژﻏﻮرې
دَ ﺑﺎران ﻟﻪ ﺳړو څﺎڅﻜﻮ
ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ښﺎﻏﻠﻰ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛﻪ څﻮ ﻫﻢ ﺧﭙﻞ ﻓﻜﺮ دَ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﭼﻮﻛﺎټ ﻛﯥ ځﺎى ﻛړې دى ،
ﺧﻮ دﻏﻪ ﻣﻮﺿﻮع ﺳﺎﺋﻨﺴﯥ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻟﺮي -ځﻜﻪ ﺧﻮ ﺷﺎﻋﺮ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻪ رﻧګﻴﻨﻪ او رواﻧﻪ ﺷﻌﺮي ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ
ﻛﻮم ﻫﻨﺮ دا دَ ﻳﻮ ﺗﺎﺛﺮ او ﺗﺎﺛﻴﺮ ﻧﻪ ډك ﻛﯧﻔﻴﺖ ﻛﯥ ﺗﺮ اﺧﺘﺘﺎﻣﻪ رﺳﻮﻟﻰ ..ﻧﻮ دَ ﺷﺎﻋﺮ ﻫﻨﺮ دﻟﺘﻪ دَ ﺷﺎﺑﺎﺷۍ وړ دى -
ﻳﻌﻨﻲ ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﺤﺒﻮب ﺗﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻇﻠﻤﻮﻧﻮ زړا ﻛﻮي ..دَ ﻫﻐﻪ ﻇﻠﻤﻮﻧﻪ دَ " اور" ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ
ﺑﻴﺎﻧﻮي ..او ﺑﻴﺎ دَ دﻏﻪ اور دَ ﻟﻤﺒﻮ ﻧﻪ ﭼﯥ ﻛﻮم ﻟﻮګﻰ دَ ﺑړاس ﺷﻜﻞ اﺧﺘﻴﺎروي او دﻏﻪ ﺑړاس ﭼﯥ ﻛﻠﻪ دَ ورﻳځ
ﺷﻜﻞ واﺧﻠﻲ ..ﻧﻮ واﭘﺲ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻫﺎﻏﻪ راورﯦږي ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﻣﺤﺒﻮب دَ ﻫﻐﻪ ﺳﺮه دَ ﻇﻠﻤﻮﻧﻮ او ﺳﺘﻤﻮﻧﻮ ﭘﻪ
ﺷﻜﻞ ﻛﯥ روا ﻛړي دي -او ﻫﻐﻪ ﺑﻞ اور ﺑﻪ ﭘﺮې ﻣړ ﻛﯧږي -ﻳﻌﻨﯥ دَ اور ﻧﻪ ﻟﻮګﻰ او دَ ﻟﻮګﻲ ﻧﻪ ورﻳځ ﺟﻮړﯦﺪل او
ورﻳځ دَ ﻇﺎﻟﻢ او ﺳﺘﻤګﺮ ﻳﺎره ﭘﻪ ﺑﻞ اور راورﯦﺪل داﺳﯥ دَ ﺧﻮﻧﺪ ﻣﻮﺿﻮع ده ..ﭼﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﺷﻌﺮي ﺣﻘﻴﻘﺖ
ﭘﺴﻨﺪۍ ﺟﻮاز ﺟﻮړﯦږي او داﺳﯥ ښﻜﺎره ﻛﻮي ﻟﻜﻪ دا ﺷﺎﻋﺮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﭘﻪ اوﺗﻮ ﺑﻮﺗﻮ ﻳﻘﻴﻦ ﻧﻪ ﻟﺮي ..او ﭘﻪ
ﺷﻌﺮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﺣﻘﺎﻳﻖ وړاﻧﺪي ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺣﻖ ﻛﯥ وي -ﻣﺤﺒﻮب ﺗﻪ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ دې ﺷﻌﺮ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻇﻠﻢ اﻧﺠﺎم ښﺌﻲ
او ﻫﻐﻪ دَ ﻇﻠﻢ ﻧﻪ ﻣﻨﻊ ﻛﻮي -دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻄﻢ ﻛﯥ دَ اﻇﻬﺎر ژﺑﻪ ﺳﺎده ده ..ﺧﻮ ﻓﻜﺮاﻧګﯧﺰه او ﻣﻌﻨﻲ ﺧﯧﺰه ﺧﻴﺎل ﻧﻈﻢ
ﻛړل ﺷﻮى دى -
ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﺗﻮګﻪ دا دَ اوو وړو ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ اّزاد ﻧﻈﻢ دراﺻﻞ ﭘﻪ اوو اﺗﻬﻪ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ
ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺸﺘﻤﻞ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ دى -
دا ﻳﻮ ﻛﻴﻔﻴﺘﻲ ﻧﻈﻢ دى او ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺣﺎﻟﺖ اﻧځﻮرګﺮي ﻛﻮي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ
ﻧﻨﻲ اﻧﺴﺎن دَ ﺑﯥ ﺣﺴۍ ﭘﻪ ﻟﻮر اﺷﺎره ﻛﻮي -ﺷﻮق داﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳﻮي ﭼﯥ دا ژوﻧﺪي اﻧﺴﺎﻧﺎن دراﺻﻞ ﻫﻐﻪ
ﻻﺷﻮﻧﻪ دي ﭼﯥ ﺗﺎﺑﻮﺗﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻮان ادﻳﺮو ﺗﻪ وړي -دَ ﺷﺎﻋﺮ اﺷﺎره دَ ﻫﻐﻪ ﻋﻬﺪ ﭘﻪ ﻟﻮر ده ﭼﯥ اﻣﺮﻳﺖ ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ
اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺟﻤﻬﻮري روﺋﻴﻮ ﺑﺎﻧﺪي ﭘﻪ زور زﻳﺎﺗۍ داﺳﯥ ﻣﺴﻠﻂ ﺷﻮى وو -ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﻣﻌﺎﺷﺮﺗﻲ ژوﻧﺪ ﻛﯥ ﻫﻢ دَ
ﻣﻌﺎﺷﺮې ﻧﻪ ﺑﯧﻞ ﺷﻮى وو -ﻫﺴﯥ ﺧﻠګﻮ ﺳﺎه اﻏﻴﺴﺘﻠﯥ او ژوﻧﺪ ﺳﺮه دَ ﺑﯥ زﺑﺎﻧﻪ ځﻨﺎورو او څﺎرو ﭘﻪ رﻧګﻪ
رﺷﺘﯥ ﺳﺎﺗﻠﯥ -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﺧﻮ دَ ﺷﺎﻋﺮ ﻟﻬﺠﻪ دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﻋﺰت ﺳﺎﺗﻠﻮ ﺗﺮ ﺣﺪه ﻋﻼﻣﺘﻲ ده -ﺧﻮ دَ ﻧﻦ
ﻗﺎري ورﻧﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﺧﻮښﯥ ﻣﻌﻨﯥ اﺧﺬ ﻛﻮﻟﯥ ﺷﻲ " -دَ ﻫﻮا ﭘﻪ رُخ ﺗﺎﺑﻮت وړﻟﻮ" اﺷﺎره ﻫﻐﻪ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺷﻮي ده
ﭼﯥ اﺑﻦ اﻟﻮﻗﺖ ورﺗﻪ ﭘﻪ اُردو ﻛﯥ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ ..او دا ﻫﻐﻪ ﺧﻠګ وو ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﻣﻔﺎد ﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﻳﯥ دَ اّﻣﺮﻳﺖ ﻣﻼ
- ﻧﻮره ﻧﻮره ټﻴﻨګﻮﻟﻪ -ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﺧﻮ دَ ﺑﯥ ﺣﺴﻴﺖ دور دوره وه
دا ﭘﻮرﺗﻨﻰ دَ اوو وړو ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻧﻈﻢ ﻫﻢ اﺗﻬﻪ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ دى ﭼﯥ رواﻧﻲ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ
ﻣﻮﺳﻴﻘﻴﺖ ﺗﺮ ﺣﺪه ﺧﭙﻞ ﺗﺎﺛﻴﺮ ﭘﺮﯦږدي او ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ﺗﺮې ﻧﻪ ﭘﻪ ﻳﻮه ﺳﺎه ﺗﯧﺮﯦﺪﻟﻰ ﺷﻲ -دا وړوﻛﻰ ﻧﻈﻢ دَ ﻟﻔﻈﻲ
ﺗﺮاﻛﻴﺒﻮ ﻟﻪ ﻟﺤﺎﻇﻪ اﻓﺴﺎﻧﻮي ﺟﻮړښﺖ ﻟﺮي -ﻳﻌﻨﻲ ټﻮﻟﯥ ﻣﺼﺮﻋﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﺎده ﻣﺠﻠﺴﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻲ دي
ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻳﻮه ﻟﻮﺋﻴﻪ ﻧﺜﺮي ﻓﻘﺮه ﻛﯥ ځﻜﻪ ﻧﺸﻲ راﻏﻮﻧډﯦﺪﻟﻰ ..ﭼﯥ دﻟﺘﻪ دَ ﺷﻌﺮﻳﺖ ﺳﺎﺗﻠﻮ ﭘﻮرا او ﭘﻪ
ډﯦﺮ ﻫﻨﺮ اﻫﺘﻤﺎم ﺷﻮى دى -او داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ دا ﭼﯥ ﻳﻮ ﺑﯥ ﻗﺎﻓﻴﻮ ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻧﻈﻢ وي -
ښﺎﻏﻠﻰ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ،ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ ﭘﻪ ارادي ﻳﺎ ﻏﯧﺮ ﺷﻌﻮري ﺗﻮګﻪ داﺳﯥ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت دَ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ وﺟﻮد ﻛﯥ
ځﺎﻳﻮي ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ دﻏﻪ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت ﻻ ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻲ ﺷﻮي ﻧﻪ دي -دَ ده اﻛﺜﺮه ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت ډﯦﺮ ﻧﻮي دي ..ﭘﻪ دې
ﻟﺤﺎظ داﺳﯥ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راوړل دَ ﻫﻐﻪ ﻛﻮﺷﺶ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﺟﺪﻳﺪه ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ دَ ﻧﻮوْ ﻧﻮوْ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ
راوړل دي -ﭼﯥ ﻳﻘﻴﻨﺎً دَ ﺳﺘﺎﺋﻴﻨﯥ وړ ﺧﺒﺮه ده -ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮ ﺗﺨﻴﻞ ﭘﺮﺳﺖ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ
ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺗﺼﻮر دَ ﻗﺎري ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻗﺎري ﻫﻢ ورﺗﻪ ﭘﻪ داد ورﻛﻮﻟﻮ ﻣﺠﺒﻮر وي -دﻟﺘﻪ دا ﻧﻈﻢ
ﺷﺎﻋﺮ ﺑﯧﺨﻲ دَ ﺧﭙﻞ ﺧﻴﺎﻟﻲ ﻣﺤﺒﻮب ﭘﻪ ﺧﻴﺎﻟﻲ ﺗﺼﻮﻳﺮ داﺳﯥ دَ ﺧﻮﻧﺪ او ﻣﺰې ﭘﻪ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ دى ﭼﯥ دَ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ورﺳﺮه ﻫﻤﺪردۍ ﻫﻢ ﺷﻲ ..او ﺑﯥ اﺧﺘﻴﺎره دَ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﺗﺎﺛﺮ او ﻛﯧﻔﻴﺖ ورﺗﻪ ﺷﺎﺑﺎﺷﻰ ﻫﻢ اوواﺋﻲ -ﻫﻐﻪ
دَ ﺧﭙﻠﯥ ﺷﺎﻋﺮۍ ﭘﻪ ﻫﺮ ﭘړاوْ داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ دَ ﻳﻮ ﺧﻴﺎﻟﻲ ﺟﺎﻧﺎن دَ ﻳﻮ ﺧﻴﺎﻟﻲ ﺗﺼﻮﻳﺮ ﺳﺮه راروان دى -دﻏﻪ
ﺗﺼﻮﻳﺮ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻛﻮل ﻏﻮاړي ..دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺗﻨﺪي ﺧﭙﻞ ﺧﺎل ﻟګﻮل ﻏﻮاړي ..ﺧﻮ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دا ﻫڅﻪ
ﻛﻮي ..ﻧﻮ ﺣﺎﻻت دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﺤﺒﻮب ﺧﻴﺎﻟﻲ ﺗﺼﻮﻳﺮ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﻧﻪ ﻛړي -او داﺳﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ ﺧﻴﺎﻟﻲ ﺗﺼﻮﻳﺮ دَ
ﺷﻌﺮوﻧﻮ دَ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﻳﻮ ﻧﻮى ﺳﻔﺮ ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻟﻴﻮﻧﺘﻮب ﺷﺮوع ﻛړي -دَ دې ﻧﻈﻢ ﺗﻬﻴﻢ ﻫﻢ دوﻣﺮه ﻧﻮى او دَ ﺧﻮﻧﺪ دى ﭼﯥ
ﭘﻪ دې ﻛﯥ دَ ﻟﻔﻈﻮﻧﻮ ﺗﺴﻠﺴﻞ او دَ ﺟﺬﺑﯥ ﺻﺪاﻗﺖ ﻳﻮ ډﯦﺮ اّﻓﺎﻗﻴﺖ ﭘﻴﺪا ﻛړى دى -
ﭘﻪ ﺗﻜﻨﻴﻜﻲ ﻟﺤﺎظ دا اﺗﻬﻪ ﻣﺼﺮﻳﺰه ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ اّزاده ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دى ..دراﺻﻞ ﭘﻪ ﺷﭙږو
ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ داﺳﯥ اړه ﻟﺮي _ ،
۵ـ ـ ﺳﻞ څﯧﺮې
ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﻛﺎڼﻮ ﺑﻪ ﻏﻤﺎزه
زﻣﺎ دَ زړه وړه اﻳﻨﺪاره
ﻛړﭼﯥ ﻛړﭼﯥ ﺷﻲ ﻣﻨﻤﻪ
ﺧﻮ دا ﻳﺎد ﻟﺮه ﻧﺎﭘﻮﻫﻪ
ﻛﻪ ﻣﺎت ﺷﻮى ﻫﺮ ﺗﻮﻛﺮى
وَ اﻳﻨﺪرې ﺗﻪ ﻣﻮﻧﯧږي
ﻧﻮ ﻛﻮرﺑﻪ ﻣﯥ دَ زړګﻲ ﻫﻢ
ﺳﻞ څﯧﺮې ﺷﻲ زﯦږوﻟﻰ
ﺳﻞ څﯧﺮې ...ﻧﻮﻣﯥ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﻳﻮه ﺳﺎده ،اّﺳﺎﻧﻪ او ﻣﻌﻤﻮﻟﻲ ﺧﺒﺮه ﭘﻪ ﻏﯧﺮ
ﻣﻌﻤﻮﻟﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻛﻮي ﻧﻮ ﻫﻐﻪ دﻟﺘﻪ دَ ﻛﺘﻮ ده -ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ وَ ﻳﻮ رﻗﻴﺐ ﻳﻮ ﻏﻤﺎز ﺗﻪ څﻮﻣﺮه ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ دا
ﺧﺒﺮه ﻛﻮي ..ﭼﯥ ﻛﻪ دا ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﻛﺎڼﻮ ﻛﻪ ځﻤﺎ دَ زړه اّﺋﻴﻨﻪ ﻣﺎﺗﻪ ﺷﻲ ..ﻧﻮ ﺳﺘﺎ څﻪ ﺧﻴﺎل دى ..؟ ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﺑﻪ زﻣﺎ دَ
ﻣﺤﺒﻮب څﯧﺮې ﺗﻪ څﻪ ﺗﺎوان ورﻛړې؟ ﻧﺎ ﺑﺎﻟﻜﻞ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ دﻏﻪ ﻣﺎﺗﯥ اّﺋﻴﻨﯥ ﻫﺮه ﻣﺎﺗﻪ زره ﺑﻪ ﺳﻞ ﻧﻮري څﯧﺮې
ﭘﻴﺪا ﻛړي -ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﻧﺎزك ﺧﻴﺎﻟۍ ،دَ رواﻧۍ او ﺳﺎدګۍ ﭘﻪ اﻧﺘﻬﺎ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -او ﭘﻪ ﻛﻮم
اﺧﺘﺼﺎر ﭼﯥ دَ ښﺎﺋﺴﺘﻪ ﻟﻔﻈﻮﻧﻮ او ﻣﻨﺎﺳﺒﻮ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرو ﭘﻪ وﺳﻴﻠﻪ ﻳﻮ ﺧﻴﺎل ،ﭘﻪ ﻛﻮم ﻓﻜﺮ او اﻧﺪاز ﻛﯥ ﺗﺮ
اﺧﺘﺘﺎﻣﻪ رﺳﻮي ..ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﻗﺎري دَ ځﺎن ﺳﺮه ﻻس ﻧﻴﻮﻟﻰ ﺑﻴﺎﺋﻲ ..او ﭘﻪ ﻛﻮم ﺧﻮﻧﺪ او ﻫﻨﺮ ﭼﯥ دﻏﻪ ﺧﻴﺎل دَ ﻗﺎري
ذﻫﻦ ﺗﻪ رﺳﻮي ..ﻧﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﻗﺎري ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﻴﺎل ﻫﻢ دَ ﻫﺎﻏﻪ " ﻫﻨﺪارې" زرې زرې وﺟﻮد ﺗﻪ ځﻴﺮ ﺷﻲ -ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ
ﺷﺎﻋﺮ دَ ﻣﺤﺒﻮب ځﻠﯧږي -ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ او اُردو ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ دَ اّﺋﻴﻨﯥ او ﻣﺎﺗﯥ اّﺋﻴﻨﯥ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﭘﯧﮋﻧﺪل ﺷﻮي او
راوړل ﺷﻮي دي ..ﺧﻮ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﭙﻞ اﻧﺪاز دﻏﻪ ﺗﺮﻛﻴﺐ ﭘﻪ ﻛﻮم ﻧﻮي او دَ ﻛﯧﻔﻴﺖ ﻧﻪ ډك اﻧﺪاز ﻛﯥ
اﺳﺘﻌﻤﺎل ﻛړى دى ﻧﻮ ﻫﻐﻪ واﻗﻌﻲ ﭼﯥ دَ ﻣﺤﺴﻮﺳﯧﺪو دى ..او دَ اﺣﺴﺎس او ﺟﺬﺑﯥ ﻧﻪ داﺳﯥ ډﻛﻪ ﺷﺎﻋﺮي ،ﻧﯧﻎ
ﭘﻪ ﻧﯧﻐﻪ دَ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ زړه ﻛﯥ ځﺎى ﺟﻮړوي او وﻳﺪې ﺟﺬﺑﯥ ﻳﯥ را وﻳښﻮي -او ﻛﻪ اوﻛﺘﻠﻰ ﺷﻲ ﻧﻮ دَ ﺷﻮق ﭘﻪ
ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ دَ ﺳﻠﻮ ﺷﻤﯧﺮه ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ ﭘﻪ دې وړوﻛﻲ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -او دﻏﻪ دَ اّﺋﻴﻨﯥ ﺳﻞ ټﻮټﯥ ﻫﻐﻪ
ﻣﺦ ﻛﯥ دَ ﺳﻠﻮ ﻳﺎر ﻫﻢ ﻣﺸﻬﻮره ﻛﻮي -
دا دَ اﺗﻬﻮ اّزادو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻧﻈﻢ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ اﺗﻬﻪ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰو ﺑﺮاﺑﺮو ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺸﺘﻤﻞ دى ..
ﺧﻮ ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ ﭘﻪ څﻠﻮرو ﺷﭙﺎړس ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ ﻫﻢ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮ-
دَ دې ﻧﻈﻢ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﭘﺲ داﺳﯥ دَ ﺑﻨﺪه ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ راځﻲ ﭼﯥ دَ اّﻣﺮﻳﺖ ﭘﻪ دور ﻛﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق
ﭘﻪ ﻗﻠﻢ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دا ﻧﻈﻢ ﻫﻢ دَ ﻫﻐﻪ دور ﺗﺮ اﺛﺮ دﻻ ﻧﺪې ﻳﻮ ښﻪ روﻣﺎﻧﻲ ﻓﻜﺮ ﻻ ﻫﻢ ﭘﻪ ښﺎﺋﺴﺘﻪ رﻧګ ﻛﯥ ﺳﺮ ﺗﻪ
رﺳﻮي -او ﻗﺎري ﺗﻪ دَ ﺧﭙﻠﻲ ﻣﻴﻨﻲ ﻗﻴﺼﻪ دَ ﻫﻐﻪ اّﻣﺮاﻧﻪ دور ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ څﭙړي -دا دَ ﻳﻮ زﻣﺎﻧﻪ ﺷﻨﺎس او ژورﻧﻈﺮه
ﺷﺎﻋﺮ ﺧﺎﺻﻪ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ او ﭘﻪ دې اړه ﺷﻮق ځﺎن دَ ﺧﭙﻞ ﻋﻬﺪ ﻋﻜﺎس څﺮګﻨﺪوي ..او ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ واﺋﻲ
،ﭼﯥ ﻫﻐﻪ څﻨګﻪ دَ ﺧﭙﻠﻲ ﻓﺘﺢ ﺑﯧﺮغ دَ ﺳﺘﺮګﻮ دَ ﺟﻨګ ﭘﺲ دَ ﻳﺎر ﭘﻪ زړه ﻛﯥ ښﺨﻮﻟﻮ ﻫڅﻪ اوﻛړه ..او دَ ﻳﺎر ﭘﻪ زړه
ﻳﯥ ﻗﺒﻀﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻛﻮﺷﺶ اوﻛړو ،ﻧﻮ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﺤﺒﻮب ﻣړاﻣﻮ ﺳﺘﺮګﻮ ﭘﻪ ﺧﻮﺑﻮﻟﻲ اﻧﺪاز دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻋﺴﻜﺮي ﺟﺬﺑﻮ
داﺳﯥ ګﻮزاروﻧﻪ اوﻛړو ،ﭼﯥ دَ ﻣﺎت ﺷﻮْ ﻋﺴﻜﺮاﻧﻮ ﭘﻪ رﻧګﻪ ﻳﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺧﻠﻮص او ﺟﺬﺑﻮ ټﻮل ﻋﺴﻜﺮي ﻗﻮت
ﺧﭙﻞ ځﺎن ﺗﻪ ﺗﺴﻠﻴﻢ ﻛړو -او ﻫﻐﻪ ﻳﯥ ﻣﺮﺋﻴﻰ ﻛړو-
ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻣﻴﺪان ﺟﻨګ ﻧﻘﺸﻪ ﭘﻪ اﺧﺘﺼﺎر ﻛﯥ وړاﻧﺪي ﻛړې ده ﭼﯥ دَ ﻣﺮګ
ژوﺑﻠﻲ او وﺳﻠﯥ ﭘﻪ ځﺎى ﭘﻪ ﻛﯥ ﺟﺬﺑﯥ ،ﺧﻠﻮص ،دَ ﺳﺘﺮګﻮ ﺧُﻤﺎراو ﭘښﺘﻨﻲ ﻣﻴﻨﻪ ﭘﻪ ﻛﺎر راوړل ﺷﻮي ده -او دَ
ﺧﻮﻧﺪ او ﻣﺰې ﺧﺒﺮه ﻻ دا ﻫﻢ ده ..ﭼﯥ دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﻣﻴﺪان ﺟﻨګ ﻛﯥ دَ دوو دُښﻤﻨﯥ ﻗﻮﺗﻮﻧﻮ ﭘﻪ ځﺎى ﭘﻪ ﻛﯥ دوه
زړوﻧﻪ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮي دي -دا ﺗﻤﺜﻴﻠﻲ ﻧﻈﻢ ﻫﻴڅ ﻗﺴﻢ اﺑﻬﺎم ﻧﻪ ﻟﺮي او ﻫﺮه ﺧﺒﺮه او اﺷﺎره واﺿﺤﻪ
ده ..ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ورﺗﻪ ﻣﻌﻤﻮﻟﻲ ﻧﻈﻢ ځﻜﻪ ﻧﻪ ﺷﻮ وﺋﻴﻠﻰ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ځﺎن ﻧﻔﻲ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﺧﭙﻞ
ﺷﻜﺴﺖ ﺗﺮاﻧﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ څﻨګﻪ ﻓﺨﺮ واﺋﻲ ..دﻏﺴﯥ ﻣﺜﺎﻟﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﺑﻴﺎ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﻣﺨﻲ ﺗﻪ ﻧﻪ دي
راﻏﻠﻲ -ځﻜﻪ ﺧﻮ دا رﻧګ او ﺧﻮﻧﺪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﻣﻨﻔﺮد ﻛﻮي ..ﺑﻠﻜﻪ ﻣﻴﺪان ګټﻠﻮ ﺗﻪ
ﻳﯥ ﺟﻮګﻪ ﻛﻮي ﻫﻢ ـ
دا ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ داﺳﯥ ﺧﻮ ﭘﻪ ﻟﺴﻮ وړو ﻟﻮﺋﻴﻮ اّزادو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪي ﻣﺸﺘﻤﻞ ﻧﻈﻢ ښﻜﺎري ..ﺧﻮ دا
ﻧﻈﻢ اّزاد ﻧﻪ ﺑﻠﻜﻪ دَ ډﯦﺮو ﭘﺎﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دى او ورﺗﻪ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ -وﻟﯥ ﭼﯥ دا ﻧﻈﻢ
دراﺻﻞ ﭘﻪ اﺗﻬﻮ ﺑﺮاﺑﺮو ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﯧﺰو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪي داﺳﯥ اړه ﻟﺮي-
ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻘﻞ ﺷﻮي ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ..ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ دَ ﻫﺎﻏﻪ اﻟﻤﻴﯥ ژړا ده ..ﭼﯥ ﭘښﺘﻮن ﻗﺎم دَ ﺧﭙﻠﯥ ﺻﺤﻴﺢ ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ
او ﺷﻨﺎﺧﺖ ﻧﻪ ﻣﺤﺮوﻣﻪ دى -ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻮ ﻛﯥ دَ ازﻟﻲ ﺑﯥ اﺗﻔﺎﻗۍ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺗﺼﻮﻳﺮ ﻳﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ راﻛړى دى ..ﭼﯥ دَ
ﻓﻜﺮ وړ دى -ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﭼﯥ ﭼﺮﺗﻪ ﻫﻢ ..ﭘﻪ ﻳﻮ دور ﻛﯥ ﻫﻢ دَ ﻳﻮ ﺑﯧﺮغ ﻻﻧﺪې راﻧﻐﻠﻞ ..ﭘﻪ ﭘﺎرټﻮ ،ﭘﺮو او ﺟﻤﺒﻮ ﻛﯥ
داﺳﯥ ﺗﻘﺴﻴﻢ دي ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻮئ ﻣﻠﻲ وﺣﺪت ﺗﻪ ﻳﯥ ﺳﺨﺖ ﺗﺎوان رﺳﻮﻟﻰ دى -دﻟﺘﻪ ﭘﻪ ﻫﺮ ﻛﻮر ..ﻳﻮ ﻧﻮي ﺑﯧﺮغ ﺗﻪ
ښﺎﻏﻠﻰ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ څﻮﻣﺮه ﻃﻨﺰ ﻛﯥ دﻏﻪ ﻛﻮر ﺗﻪ دَ ﻳﻮ ﻣﺰار ..ﻳﺎ دَ ﻗﺒﺮ ﻧﻮم ورﻛﻮي ..او دا ﺻﺤﻴﺢ ﻫﻢ ده ﭼﯥ
ﺟﻬﻨډې او ﺑﯧﺮﻏﻮﻧﻪ ﺧﻮ ﭘﻪ ﻣﺰاروﻧﻮ ﻟګﻮﻟﻰ ﺷﻲ -او ﻛﻮر ﺧﻮ دَ ژوﻧﺪ ﻋﻼﻣﺖ وي ..دَ اﺟﺘﻤﺎﻋﻲ ژوﻧﺪ او دَ
اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځﻪ دَ ﺟﺬﺑﻮ او دَ رﺷﺘﻮ ﭘﻪ ﺑﻨﻴﺎد ﺟﻮړه ﺷﻮى ﻳﻮه ﻣﺸﺘﺮﻛﻪ او ﻣﻘﺪﺳﻪ اداره وي -ﭼﺮﺗﻪ ﭼﯥ دَ
اﻧﺴﺎن ﺗﺮﺑﻴﺖ ﻛﯧږي -ﺧﻮ دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﻛﻮروﻧﻮ دَ ﺑﯧﻠﻮ ﺑﯧﻠﻮ ﺳﻴﺎﺳﻲ ډﻟﻮ دَ ﺑﯧﺮﻏﻮﻧﻮ ﻟګﯧﺪل ﻳﯥ دَ ﭘښﺘﻨﻮ دَ
ﻛﻤﺰورۍ او ﺑﯥ اﺗﻔﺎﻗۍ ﻳﻮه ﺣﻮاﻟﻪ ګڼﻠﻲ ده -او ﭘﻪ څﻮﻣﺮه ﻏﻢ او ﺗﻜﻠﻴﻒ ﻳﯥ ﻫﺮ ﻛﻮر ﻳﻮ ﻣﺰار ګڼﻠﻰ دى-
ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﻟﺤﺎظ دا ﻳﻮﻟﺲ ﻣﺼﺮﻋﻴﺰه ﻧﻈﻢ دراﺻﻞ ﭘﻪ ﭘﻨځﻮ ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﺑﺮاﺑﺮو ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې
ﻣﺸﺘﻤﻞ داﺳﯥ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ دى -
ﻟﻜﻪ څﻪ رﻧګﻪ ﭼﯥ دَ ﻧﻈﻢ دَ ﻋﻨﻮان ﻇﺎﻫﺮﯦږي ..ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ دَ ﺑﯥ ﺣﺴۍ اﻧځﻮرګﺮي ﭘﻪ ﻛﯥ ﺷﻮي ده -ﻧﻦ
ﺳﺒﺎ داﺳﯥ ﺧﺒﺮي ﻋﺎﻣﯥ ﻛﯧږي -ﭼﯥ ﻓﺎﺻﻠﯥ دَ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځﻪ ﻛﻤﯧږي او اﻧﺴﺎن اﻧﺴﺎن ﺗﻪ ﻧﻴﺰدې ﻛﯧږي -ﺧﻮ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﺧﺒﺮي ﻧﻦ ﻧﻪ ﻫﻢ څﻪ ﺷﻞ ﻳﺎ ﭘﻨځﻮﻳښﺖ ﻛﺎﻟﻪ اّګﺎﻫﻮ ﭘﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻃﻨﺰﻳﻪ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻧﻈﻢ ﻛړي دي ..
ﭼﯥ ﻫﻐﻪ اوس ﻫﻢ ﻧﻮي ﺧﺒﺮي ښﻜﺎري -ﻳﻌﻨﯥ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭘﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ داﺳﯥ ﺗﻮره ﺷﭙﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ وه او ﻧﻪ اﻧﺴﺎن
دوﻣﺮه دَ ﻳﻮ ﺑﻞ ﻧﻪ ﺑﯧﺰاره وو ﻟﻜﻪ ﻧﻦ ﭼﯥ دى -ﺧﻮ ﺑﻴﺎ دا دَ ﺷﻮق دَ زﻣﺎﻧﻪ ﺷﻨﺎﺳۍ ﻳﻮ ﻟﻮى ﺛﺒﻮت دى ﭼﯥ ده ﻫﻐﻪ
وﺧﺖ ﻫﻢ دَ ﺧﭙﻞ ﺳﻮچ او ﻓﻜﺮ ﻟﻪ ﻻري دﻏﻪ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﺳﺒﺎوْن ﻛﯥ ﭘﻪ ځﻨﺎوري روﺋﻴﻮ داﺳﯥ ﺑﻮﺧﺖ ﻣﺤﺴﻮس
ﻛړى وو -ﻳﻌﻨﻲ ﻫﻐﻪ دَ زﻣﻴﻨﻲ ﻻرو دَ ﻟﻨډﯦﺪﻟﻮ ﺧﺒﺮې ﭘﻪ دې رد ﻛﻮﻟﯥ ﭼﯥ اﻧﺴﺎن څﻮﻣﺮه څﻮﻣﺮه ﻳﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ ﻧﻴږدې
ﻛﯧږي ..ﻫﻮﻣﺮه ﻳﯥ دَ زړوﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځﻪ ﻓﺎﺻﻠﯥ ﺳﯧﻮا ﻛﯧږي -ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ ﺧﻮ اوﺷﻮ ..او ﻣﻮﻧږ ګﻮرو ﭼﯥ دَ ﻧﻦ
اﻧﺴﺎن ﺗﻪ اﻧﺴﺎن وﺋﻴﻞ ﻫﻢ دَ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ ﺗﻮﻋﻴﻦ دى -
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻧﻪ ﻳﻮاځﻲ دَ زﻣﻴﻨﻲ ﻓﺎﺻﻠﻮ ﺧﺒﺮه ﺷﻮي ده ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ اﺷﺎره دَ اّﺳﻤﺎن ﭘﻪ ﻟﻮر ﻫﻢ ﺷﻮي
ده ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﺮې ﻧﻪ دَ ﻣﺬﻫﺒﯥ ﺟﻨﻮن او ﺗﺶ دَ ﻇﺎﻫﺮي ﻣﺬﻫﺐ ﭘﺴﻨﺪۍ اﺷﺎرې ﻫﻢ داﺳﯥ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ ..ﭼﯥ
اﻧﺴﺎن څﻮﻣﺮه ﭘﻪ ﻣﻨﺎﻓﻘﺎﻧﻪ او ﺷﯧﻄﺎﻧﻲ ﻣﺨﻔﻲ ارادو ﭘﻪ ﻧﻴﺖ ﭘﻪ ښﻜﺎره دَ ﺧﺪاى ﭘﻪ ﻟﻮر او ﻻر روان ﺑﺮﯦښﻲ ..
ﻫﻮﻣﺮه ﺷﻴﻄﺎﻧﻲ او ځﻨﺎوري ﻛﺎروﻧﻪ زﻳﺎت ﺷﻮي دي -ﻳﻌﻨﻲ ﻫﺮ څﻪ ﺑﻞ ﺗﻪ دَ ښﻜﺎره ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ اراده ﻛﯧږي او
ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﻓﺮښﺘﯥ ګڼﻲ -ﺧﻮ داﺳﯥ ﺧﺒﺮه ﻧﻪ ده او ﻧﻪ دﻏﻪ اﻧﺴﺎن ﻓﺮښﺘﻪ ﺷﻮ ..ﺑﻠﻜﻪ ﻻ ﻧﻮر ﻫﻢ ځﻨﺎور ﺷﻮ -ﻧﻮ ځﻜﻪ دَ
ﺷﻮق اﺷﺎره دَ اّﺳﻤﺎن ﭘﻪ ﻟﻮري دَ ﻟﻨډﯦﺪﻟﻮ ﻧﻪ دَ ﺳﭙﻮږﻣۍ او ﺳﺘﻮرو ﭘﻪ ﻟﻮر ﺗﻠﻞ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ ﻫﺴﯥ ځﺎن ﺗﻪ دَ ﻓﺮښﺘﯥ
ﭘﻪ رﻧګﻪ وزروﻧﻪ ﻟګﻮل دي -ﺧﻮ ﻓﺮښﺘﯥ ورﻧﻪ ﻛﻠﻪ ﺟﻮړي ﻧﻪ ﺷﻮې-
ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﺗﻮګﻪ دا دَ دوﻟﺴﻮ وړو ﻣﺼﺮﻋﻮ اّزاد ﻧﻈﻢ دراﺻﻞ ﭘﻪ ﺷﭙږو ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰو ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ
ﺑﺎﻧﺪي دَ ﺧﭙﻞ اّﻫﻨګ او ﻣﻮﺳﻴﻘﻴﺖ ﺳﺮه داﺳﯥ دَ ﻣﻌﺮى ﭘﻪ رﻧګﻪ ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻧﻈﻢ دى -
٩ـ ـ رﺳﻮاﺋﻲ
ﻳﻮ ﻧﻮم دى ﭼﯥ ﻳﯥ وﻳﻨﻢ
ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﭘﻪ دﯦﻮاﻟﻮﻧﻮ
دَ ﺧﭙﻞ ﻧﻮم ﺳﺮه ﻟﻴﻜﻠﻰ
ﻟﻜﻪ زه او زﻣﺎ ﺳﻴﻮرې
ﭼﯥ ﭘﻪ ﻳﻮ ﺑﻞ ﭘﻮرې اړ ﻳُﻮ
ﺧﻮ ﺗﺮ ﺷﺎ ﭼﯥ ﻻر ﺗﻪ ګﻮرم
ښﻜﺎري زﻣﺎ ﭘﻠﻮﻧﻪ ﻳﻮازې
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﺧﺒﺮي ﭘﻪ ﺳﺎده ﻃﺮﻳﻘﻪ ﺷﻮي دي ..ﻫﻮﻣﺮه ﻳﯥ ﭘﻪ ﻓﻜﺮ ﻛﯥ ﻓﻠﺴﻔﻪ راﻧﻐﺎړﻟﯥ ده-
ﻳﻌﻨﻲ ﻫﻐﻪ ﻳﻮاځﻲ ﻧﻪ ﻫﻢ دى او ﻳﻮاځﻲ ښﻜﺎري ﻫﻢ -دا ﻫﻐﺴﯥ ﻣﻌﻤﻪ ده ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ
اﻛﺜﺮه ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﺧﻮ ځﻴﻨﻲ ﻧﻘﺎدان ﻫﻐﻪ ﺗﻪ دَ ﻟﺮي ﺳﺒﺎوْن ﺷﺎﻋﺮ واﺋﻲ -او ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻢ ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ دا ﻟﻴﻮﻧﻰ
ﺷﺎﻋﺮ داﺳﯥ ﺧﺒﺮي اوﻛړي ﭼﯥ دَ ﺑﻨﺪه ورﺑﺎﻧﺪي دَ ﭘﻮرا ﻟﻴﻮﻧﻲ ګﻤﺎن اوﺷﻲ ،،ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﻟﯧﻮﻧﻰ ﻧﻪ ﺑﻠﻜﻪ ﻓﻠﺴﻔﻲ
ﺷﺎﻋﺮ دى ..او ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻲ دُﻧﻴﺎ ﻛﯥ اوﺳﯧږي -ځﺎﻧﺘﻪ ﺟﻬﺎن او ﭘﻪ ځﺎن ﻛﻲ ﺟﻬﺎن ﻟټﻮي ..او دا ﻧﻈﻢ دَ دې ﺧﺒﺮي دَ
ﺗﺼﺪﻳﻖ دﭘﺎره ﻛﺎﻓﻲ دى -
ﭘﻪ ﺗﻜﻨﻴﻜﻲ ﺗﻮګﻪ دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ اوو داﺳﯥ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻣﺸﺘﻤﻞ ﻧﻄﻢ دى ﭼﻲ دَ اوﻟﻲ اووه ﺳﯧﻼﺑﻴﺰي ﻣﺼﺮﻋﯥ
ﭘﻪ ﭼﭙﻪ ﻧﻮري ټﻮﻟﯥ ﻣﺼﺮﻋﯥ ﭘﻪ اﺗﻬﻪ اﺗﻬﻪ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪي داﺳﯥ ﻣﺸﺘﻤﻞ ﻧﻈﻢ دى ..ﭼﯥ دَ ﻣﻮﺳﻴﻘﻴﺖ
دَ ﻟﺤﺎﻇﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ وړﻣﺒﻰ ﻣﺼﺮﻋﯥ ﻳﻮ ﻛﻢ ﺳﯧﻼب ﻫﻢ دَ ﻫﻐﻪ ﻧﻮرو ﭘﺎﺗﻪ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺳﺮه ﺑﺮاﺑﺮ ﺷﻲ ..ﭼﯥ اﺗﻬﻪ
ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه دي -او ﻣﻮﻧږ ورﺗﻪ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ ﻫﻢ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ-
١٠ـ ـ دﻣﺎﻣﯥ
ﺳﺘﺮګﻪ ﺳﺘﺮګﻪ
ګﻨډل ﺷﻮې ﭘﻪ ﺑڼﻮ ده
ژﺑﻪ ژﺑﻪ
ﭼﻴﭽﻞ ﺷﻮې ﭘﻪ ﻏﺎښﻮ ده
ﻻس او ﭘښﯥ ﻫﻢ
ﻣﺎﺗﯥ څﺎﻧګﻲ دي ﭼﯥ ځﺎﻧګﻲ
ﻟﻨډه دا ﭼﯥ
ور دَ ﻛﻮر ﻛﻮر دى ﺗړﻟﻰ
ﺧﻮ ﭘﻪ ښﺎر ﻛﯥ
دﻣﺎﻣﯥ دَ ﺧﭙﻞ واﻛۍ دي
دا ﭘﻮرﺗﻨﻰ ﻧﻈﻢ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻣﻠﻚ ﻛﯥ دَ ﻫﺎﻏﻪ ﺑﺪﺗﺮﻳﻨﻪ اّﻣﺮاﻧﻪ دور ﻋﻜﺎﺳﻲ ﻛﻮي ﭼﯥ دَ اﻇﻬﺎر ﻻرې ﭘﻪ ﻛﯥ
ﺑﻨﺪې وې -ژﺑﯥ ﻛﻠﻜﯥ ﺗړﻟﯥ وې ..ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ دَ ﺣﺎﻻﺗﻮ داﺳﯥ ﭘټۍ ﭘﺮﺗﯥ وې -ﭼﯥ دَ ﻳﻮې ړﻧﺪې ﻛڼﯥ ﻧړۍ ګﻤﺎن
ﭘﺮې ﻛﯧﺪو -ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ دَ ﻳﻮ ﺣﺴﺎس ﺷﺎﻋﺮ ﺟﺬﺑﺎت راوﻟړزﯦﺪل ..ﻧﻮ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺷﻌﻮر او اﺣﺴﺎس
ډك ﻧﻈﺮ ﭘﻪ دې ﺣﺎﻻﺗﻮ داﺳﯥ ﺧﭙﻞ ﻗﻠﻢ راﭘﻮرﺗﻪ ﻛړو -ځﻜﻪ ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻏﻠﻰ ﻧﻪ ﺷﻲ ﭘﺎﺗﯥ
ﻛﯧﺪى -او ﻛﻮم ﺣﺎﻻت ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ زوره ﻣﺴﻠﻂ ﺷﻮي وي ..دَ ﻫﻐﯥ ﺧﻼف ټﻮل ﻋﻤﺮ ﭘﻪ اﺣﺘﺠﺎج ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -
دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق اﻛﺜﺮه ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ داﺳﯥ اﺣﺘﺠﺎﺟﻲ رﻧګ ﭘﻪ ﺷﻠﯧﺪﻟﻲ اﻣﯧﻞ ﻛﯥ ﻟﺮي -او دا ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ
رڼﺎګﺎﻧﻮ رﻫﺒﺮي ﻛﻮي -دَ ﺗﻴﺮو ﭘﻪ ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ ﻫﺎﻏﻪ ﻗﻮﺗﻮﻧﻪ ﺷﺪﻳﺪ ﻏﻨﺪي ﻛﻮم ﭼﯥ دَ رڼﺎګﺎﻧﻮ ﻗﺎﺗﻼن دي -ﻫﻐﻪ ﭘﻪ
ﺧﭙﻞ وﻃﻦ ،ﺧﭙﻠﻪ ﺧﺎوره ﺑﯥ ﺷﺎﻧﻪ ډﯦﺮ ﻣﺌﻴﻦ دى -ﻧﻮ دَ ﺧﭙﻠﯥ ﺧﺎورې دﭘﺎره ،دَ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺧﭙﻠﻮاﻛﻪ ﺳﺒﺎوْن
اّرزوﻣﻨﺪ ﺑﻪ وﻟﯥ ﻧﻪ وي ..ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ اوﻟﺲ ﺗﻘﺪﻳﺮوﻧﻪ ﺑﺪل ﻛړي -دَﻧﻈﻢ ﭘﻪ اّﺧﺮي ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻛﯥ دَ ﻫﺎﻏﻪ دور دَ
ﺣﺎﻻﺗﻮ ﭘﻪ وﺟﻮد ﻳﻮ دَ ﻃﻨﺰ ﺗﺎزﻳﺎﻧﻪ ﻣﻮﺟﻮده ده ﭼﯥ دَ ښﺎر دَ ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ﭘﻪ دﻣﺎﻣﻮ ﭘﻮرې ﻳﯥ ﺧﻨﺪا ﻛړي ده -ﻧﻮ
دﻏﻪ ﺗﻀﺎد ﭼﯥ ﺣﺎﻻت وي ﻳﻮ رﻧګ او ﻧﻐﺎره ﻳﯥ وﻫﻠﻰ ﺷﻲ ﺑﻞ رﻧګ ..ﻳﻮ ﺑﺎﺷﻌﻮره او ﺳﺘﺮګﻪ ور ﺷﺎﻋﺮ ﭼﯥ ﭘﺮې
ﻃﻨﺰ اوﻧﻪ ﻛړي ..ﻧﻮ اّﺧﺮ څﻪ ﺑﻪ ﻛﻮي ؟؟
دا دَ ﻟﺲ ﻣﺼﺮﻋﻮ اّزاد ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻓﻨﻲ او ﺗﻜﻨﻴﻜﻲ ﺗﻮګﻪ دراﺻﻞ ﭘﻪ ﭘﻨځﻮ دوﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﺑﺮاﺑﺮو ﺑﺮاﺑﺮو
ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪي ﻣﺸﺘﻤﻞ ﻳﻮ ﺑﺎﻗﺎﻋﺪه ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ دى ﭼﯥ اّﻫﻨګ ،ﺧﻮﻧﺪ او ﻣﻮﺳﻴﻘﻴﺖ ﻟﺮي-
ګﻮره ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق اﻧﺴﺎن څﻪ ګڼﻲ ؟ او څﻮﻣﺮه دَ ښﻮ ﺗﻮﻗﻌﺎت ورﻧﻪ ﻟﺮي؟ ﭼﯥ ورﻧﻪ زړه ﻣﺎﺗﻰ دى -
ﭼﺮﺗﻪ ﻫﻐﻪ ﺧﻮ اﻧﺴﺎن ﺗﻪ ﭘﻪ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﻧﻈﺮ ﻧﻪ ګﻮري ﭼﯥ ورﺗﻪ اﺷﺮف اﻟﻤﺨﻠﻮﻗﺎت وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮى دى ؟ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ
اﻧﺴﺎن دَ ﻋﻈﻤﺖ ﭘﻪ ﻣﻌﺮاج ﻟﻴﺪﻟﻮ ﺧﻮب وﻳﻨﻲ ..ﻧﻮ ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ دَ ﻧﻦ دَ
اﻧﺴﺎن ﻧﻪ زړه ﻣﺎﺗﻰ ښﻜﺎري او دَ ﺧﭙﻠﻮ ﻟﻴﺪﻟﻮ ﺧﻮﺑﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﺑﺮﻋﻜﺲ اﻧﺴﺎﻧﻲ څﯧﺮې ﻫﻐﻪ ﺗﻪ دَ زړه رﻧځ ورﻛﻮي -
ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ درﺳﺖ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻳﻮ ﺗﭙﻮس ﻛﻮي ﭼﯥ دَ زړه ﻧﻪ دَ اﺣﺴﺎس ﻻرې وﻟﻲ دَ رﻧځﻮﻧﻮ وَ ﻧړۍ ﺗﻪ دروﻣﻲ؟
او ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺗﭙﻮس ﻛﻮي ﭼﯥ دا ﺧﻮاﺧُﻮږي دَ ﺧﺒﺮو ﻧﻪ دَ ﻋﻤﻞ ﭘﻪ ﻟﻮر وﻟﯥ ﻧﻪ -ﻳﻌﻨﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﻧﻦ وَ اﻧﺴﺎﻧﻲ
ﻫﻤﺪردﻳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺗﺶ دَ ﺧﺒﺮو ﺗﺮ ﺣﺪه دَ ﻫﻤﺪردۍ ﻧﻮم ورﻛﻮي او دا ګڼﻲ ﭼﯥ اﻧﺴﺎن دوﻣﺮه ﺧﻮدﻏﺮض دى ﭼﯥ ﻫﺮ
ښﻪ ﻳﯥ ځﺎﻧﺘﻪ ﭘﻴﺮزوْ ﺷﻲ او دَ ﺑﻞ ﭘﻪ وار ﻫﺴﯥ ﺧﺒﺮو ﺗﻪ ﺟﻮګﻪ ښﻜﺎري -ﻛﻮم ﭼﯥ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻛﺎر ﻧﻪ ﺑﻠﻜﻪ ځﻨﺎوري
ﻏﺮض ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻲ ..او دا ﻏﺮض ﻳﻮ اﻧﺴﺎن دَ ﺑﻞ اﻧﺴﺎن ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﻟﺮي ﺳﺎﺗﻲ ﺑﻠﻜﻪ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځﻪ ﻳﯥ ﺑﯥ اﻋﺘﻤﺎدۍ ﻫﻢ
راوﻟﻲ-
ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻘﻞ ﺷﻮي اّزاد ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﺷﻮق ﻟﺐ و ﻟﻬﺠﻪ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﺳﺎده او اّﺳﺎﻧﻪ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ﺳﺮ ﺗﻪ
رﺳﯧﺪﻟﻲ ده ..ﻫﻮﻣﺮه ﭘﻪ ﻛﯥ دَ ﺧﺒﺮي ﻧﻪ ﺧﺒﺮي زﯦږي او ﻳﻮ ﻟﻮى ﻣﻮﺿﻮع ﻳﯥ دَ ﻧﻘﺎداﻧﻮ دَ څﯧړﻧﯥ دﭘﺎره ﭘﻪ ﻛﯥ
ځﺎى ﻛړى دى -دَ وﺧﺖ دَ ﺗﻘﺎﺿﻮ ﻟﻪ ﻻري دَ اﺧﺘﺼﺎر ﻧﻪ ﻋﻼوه اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﺑﻠﻜﻪ
ﻫﺮﻛﻠﻪ ﺗﺶ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ راﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮي او ځﻮاب ﭘﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﭘﺮﯦږدي -دا ﻳﻮ ﻫﻨﺮ دﻳﻰ ﭼﯥ دَ ﻳﻮ ﻣﺌﺴﻠﯥ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ
داﺳﯥ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ راوړاﻧﺪي ﻛړﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﺧﻠګ ورﺑﺎﻧﺪي ﻏﻮر او ﻓﻜﺮ اوﻛړي او ﭘﻪ اﺟﺘﻤﺎﻋﻲ ﻫﻠﻮ ځﻠﻮ ﻳﯥ ﺣﻞ
ﭘﻴﺪا ﻛړي -ﺧﻮ دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﺷﻮق ﻟﻪ ﺧﻮا راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮى ﺳﻮال ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ ځﻮاب اوﻧﻪ ﻟﺮي ..وﻟﯥ ﭼﯥ دَ
ﻧﻦ اﻧﺴﺎن ﺧﻮدﻏﺮﺿﻪ دى او دا ﻏﺮض ﻛﯧﺪى ﺷﻲ ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﺧﺘﻢ ﻧﻪ ﺷﻲ-
ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﺗﻮګﻪ دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ اّزراده ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دى او ﻣﺼﺮﻋﯥ ﻳﯥ ﻟﻪ څﻠﻮرو ﻧﻪ ﺗﺮ اﺗﻬﻮ
ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻮ ﻟﺮي ..ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﭼﯥ دَ دې ﻧﻈﻢ وَ اّﻫﻨګ ﻟﻰ او ﻣﻮﺳﻴﻘﻴﺖ ﺗﻪ ﭘﺎم اوﻛړو ﻧﻮ داﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳﻪ ﺷﻲ ﻟﻜﻪ
دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻧﻈﻢ وي -دَ ډﯦﺮ ﺳﻮچ او ﻓﻜﺮ ﻧﻪ ﭘﺲ زه ﭘﻪ دې ﻧﺘﻴﺠﻪ اورﺳﯧﺪم ﭼﯥ دا ﻧﻈﻢ اّزاد ﺑﺎﻟﻜﻞ ﻧﻪ ..
ﺑﻠﻜﻪ ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻧﻈﻢ دى -ﻳﻌﻨﯥ ﭘﻪ دې اﺗﻬﻪ ﻣﺼﺮﻋﻴﺰه ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ اول ﺷﭙږ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﻣﺼﺮﻋﯥ ﻧﻪ ﻋﻼوه ﻧﻮري اووه
ﻣﺼﺮې ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﺷﭙږو اﺗﻬﻮ اﺗﻬﻮ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰو ﻣﺼﺮﻋﻮ داﺳﯥ را واړوْ ..ﻧﻮ رواﻧﻲ ،ردﻫﻢ او اّﻫﻨګ ﺑﻪ ﻳﯥ
ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ ﺗﻪ داﺳﯥ اوﺑﺮﯦښﺌﻲ -
ﻻري دَ اﺣﺴﺎس دي ...........
دي دَ وﻳﻨﻮ رګﻮﻧﻪ ﻛﻪ
ﭼﯥ دَ زړه ﻟﻪ ﻛﻮره اوځﻲ
وَ ﻧړۍ ﺗﻪ رﻧځﻮﻧﻮ دَ
ﻫﻢ ﭘﻪ وﻳښﻪ .....ﻫﻢ ﻟﻪ ﺧﻮﺑﻪ
ﺧﻮ ﭼﯥ وﺧﺖ دَ ﻣﺰل راﺷﻲ
ﻧﻮ دا ﻏﺒﺮګﯥ ﭘښﯥ ﺷﻲ ﺷﻠﯥ
دا ﭘﻮرﺗﻨﻰ ﻧﻈﻢ دَ ﺧﭙﻞ ﺑﯥ ﺳﺎﺧﺘﻪ روﻣﺎﻧﻴﺖ ﺳﺮه ..دَ ﺷﺎﻋﺮ ﻳﻮ داﺳﯥ اّرزو ښﻜﺎري ..ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ﺣﺎﻻﺗﻮ دَ
ﻫﻐﻪ دﻏﻪ ارﻣﺎن ﺗﻪ ﭘﻪ ﻣﺮۍ ګﻮﺗﻲ اﻳښﻲ وي ..دَ ﻫﻐﻪ او دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﺤﺒﻮب ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځ ﻳﻮه وړه ﻓﺎﺻﻠﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ورﺗﻪ
دَ اﺧﺘﺼﺎر ﻳﻮ ﺑﯥ ﻣﺜﺎﻟﻪ ﺣﺪ ﻣﻘﺮر ﻛړى دى ..ﻳﻌﻨﻲ دَرﻳﻮ ﻟﻮﻳښﺘﻮ ﻓﺎﺻﻠﻪ !!...ﺧﻮ ﻫﺮ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ دَ رواﻳﺎﺗﻮ دﻧګ
دﯦﻮاﻟﻮﻧﻪ ..دَ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻏﺮوﻧﻪ ﻏﺮوﻧﻪ دَ دواړو ﭘﻪ ﻣﻴﺎﻧځ ﻛﯥ دا ورﻛﻮټﯥ ﻓﺎﺻﻠﻪ دوﻣﺮه اوږده ﻛړي ..ﭼﯥ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ
رﺳﯧﺪل ﻧﺎ ﻣﻤﻜﻦ ﺷﻲ -ﻧﻮ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺳﺘﻢ ﻇﺮﻳﻔۍ ،دَ ﺧﭙﻞ ﻣﺎﺷﻮم ارﻣﺎن ﭘﻪ ورﻛﯧﺪو ..داﺳﯥ ﺟﺬﺑﺎت ښﻜﺎره
ﻛﻮل دَ ﺷﺎﻋﺮ ﻣﺠﺒﻮري ﺷﻲ -
دَ دې ﻧﻈﻢ ﻣﻮﺿﻮع اګﺮﭼﻲ ده ﺧﻮ رواﺋﺘﻲ روﻣﺎﻧﻮي ..ﺧﻮ ﭼﯥ دا ﻣﻮﺿﻮع او ﺧﻴﺎل ﭘﻪ ﻛﻮم ﺧﻮﻧﺪور
اﻧﺪاز ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ راﻧﻐښﺘﻰ ﺷﻮى دى ﻧﻮ دَ ﺧﻴﺎل ﻓﻜﺮي ﻗﺪر و ﻗﻴﻤﺖ ﻳﯥ ﻳﻮ ﭘﻪ دوه ﻛړى دى -ﻳﻌﻨﻲ ﻛﻮﻣﻪ
ﺧﺒﺮه ﭼﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ﭘﻪ ﺣﯧﺮت ﻛﯥ اﭼﻮي ..ﻫﻐﻪ دا ،ﭼﯥ ﻳﻮ ﻃﺮف ﺗﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﭘﻪ اوږدې ﻣﻮدې ﻛﯥ ﭼﯥ څﻨګﻪ ﭘﻪ
ﺗﻜﻠﻴﻒ ﻻ ﺧﻮ ځﻮاﻧۍ ﻧﻪ رﺳﯧﺪﻟﻲ ﻧﻪ وي ..ﭼﯥ ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ دَ درﻳﻮ ﻟﻮﻳښﺘﻮ ﻫﻮﻣﺮه وړه ﻓﺎﺻﻠﻪ ﺷﺎﻋﺮ او دَ ﻫﻐﻪ
ﻣﺤﺒﻮب زاړه ﻫﻢ ﻛړي -دې ﺧﺒﺮي ﻧﻪ زﻣﺎ ﻣﻄﻠﺐ دا دى ﭼﯥ دَ ﻳﻮ ښﻪ ﺷﺎﻋﺮ ﺑﺎرﻳﻚ ﺑﻴﻨﻲ ده ﭼﯥ دَ وړې ﺧﺒﺮې ﻧﻪ
ﻟﻮﻳﻪ ﺧﺒﺮه ﺟﻮړوي -
دې ﺳﺮه ﺳﺮه ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﺧﭙﻞ ښﺎﺋﺴﺘﻪ ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ ..ﭘښﺘﻨﻲ ﻗﻨﺪﻫﺎري ﺗﻮري
داﺳﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺮ ځﺎى ﻛړي دي ..ﭼﯥ ﻧﻈﻢ ﻳﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ رﻧګ او ﻟﻬﺠﯥ ﻳﻮ ښﺎﺋﺴﺘﻪ ﻣﺜﺎل ګڼﻠﻰ ﺷﻮ -ﺧﻮ ﺑﻞ
ښﺎﺋﺴﺖ ﻳﯥ دا ﻫﻢ ﻣﺨﻲ ﺗﻪ راځﻲ ﭼﯥ دَ ﻳﻮﺳﻔﺰۍ ﻟﻬﺠﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﻫﻢ ښﻪ ﭘﻪ اّﺳﺎﻧﻪ ﭘﺮې ﭘﻮﻫﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ-
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا اّزاد او ﻣﺨﺘﺼﺮ ﻧﻈﻢ دَ ﻳﻮې ﭘﺎﺑﻨﺪۍ دَ ﻣﺨﻪ ﭘﻪ اوو او ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﻣﺼﺮﻋﻮ
ﺑﺎﻧﺪي دَ ردﻫﻢ ﺑﺮﻗﺮار ﺳﺎﺗﻠﻮ ﻏﺮض داﺳﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دى ﭼﯥ ﻛﻪ ﻣﻌﺮى ﻧﻪ دى ..ﺧﻮ دَ ځﻴﻨﻮ ﭘﺎﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻮ ﺟﻮګﻪ
ﺿﺮور دى -
ﭘﻪ ټﻮﻟﻨﻪ ﻛﯥ داﺳﯥ ډﯦﺮي ﻧﺎروا ﭘﯧښﻲ ﻛﯧږي ﭼﯥ دَ ﻳﻮ ﺣﺴﺎس ﺷﺎﻋﺮ اﺣﺴﺎﺳﺎت او ﺟﺬﺑﺎت ﭘﺮې
راوﻟړزﯦږي -ﻫﻢ دا ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻘﻞ ﺷﻮي ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻳﻮ ﺧﻮار ﻳﺘﻴﻢ او ﻏﺮﻳﺐ ﺑﯥ ﻛﻮره ﻣﺎﺷﻮم ﭼﯥ
څﻨګﻪ ﭘﻪ ﺟﺬﺑﺎﺗﻲ اﻧﺪاز ﺗﺼﻮﻳﺮﻛﺸﻲ ﻛړي ده ..ﻫﻐﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه ﺿﺮور ﻣﺠﺒﻮره ﻛﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ دې
ﻧﻈﻢ ﻛﯥ راﻧﻐښﺘﻲ ﺳﻮال ځﻮاب ورﻛړي -ﻻﻛﻦ څﻨګﻪ ځﻮاب ؟؟ داﺳﯥ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎن ﺧﻮ ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻲ ټﻮﻟﻨﻪ ﻛﯥ ﻫﺮ
ﭼﺮﺗﻪ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﻳﻌﻨﻲ دَ ﺳﻜﻮل ﭘﻪ ﻋﻤﺮ ﻛﯥ ﺷﻤﯧﺮ واړه ﻣﺎﺷﻮﻣﺎن زﻣﻮﻧږ دَ ﻛﻮڅﻮ او ﺑﺎزاروﻧﻮ ﭘﻪ اﻣﺒﺎروﻧﻮ
ﺑﺎﻧﺪي اروﻣﺮو داﺳﯥ دَ رزق ﭘﻪ ﻟټﻮن ﻛﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ ..ﻟﻜﻪ ﻏﻮاګﺎﻧﯥ او ﻣﯧښﯥ ﻳﺎ څﺎروي ﭼﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -
ﻣﺎﺗﻪ دَ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ دا ﻧﻈﻢ ﻫﺮ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﭘﻪ زړه ﺷﻲ ﭼﯥ زه ﻛﻠﻪ داﺳﯥ ﻳﻮ ﻣﻨﻈﺮ او وﻳﻨﻢ-
دا ﻧﻈﻢ ﻛﻪ ﻳﻮ ﻃﺮف ﺗﻪ دَ ﻧﻦ ﺣﺎل او ﺻﻮرت ﺣﺎل ﭘﻪ اړه اﻧځﻮرګﺮي ﻛﻮي ..ﻧﻮ ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ دَ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﭘﻪ
ﺣﻘﻠﻪ دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﻣﻦ ﺣﯧﺚ اﻟﻘﻮم ﻻ اُﺑﺎﻟﻲ او ﺑﯥ ﻏﻤﻪ ﺷﺎﻧﺘﯥ روﺋﻴﻮ ﺑﺎﻧﺪي ﺳﺨﺖ ګﻮزار ﻫﻢ ﺷﻮى دى -او ﺑﻞ
واﺳﻄﻪ ﻳﺎ ﺑﻼ واﺳﻄﻪ ﻳﯥ دَ ﺗﻌﻠﻴﻢ ﭘﻪ ﺿﺮورت زور داﺳﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺮﻛړى دى -ﭼﯥ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻫﻴڅ ﻳﻮه اﺷﺎره ﻳﯥ ﭘﻪ
دې اړه ﻧﻪ ده ﻛړي ..ﺧﻮ دَ دې ﻣﺴﺌﻠﯥ ﺣﻞ ﻳﯥ ﻳﻮاځﯥ او ﻳﻮاځﯥ ﺗﻌﻠﻴﻢ ګڼﻠﻰ دى -ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ﻳﻮ ﻣﻨﻈﻢ ﻧﻈﺎم
ﻻﻧﺪې ﻫﻐﻮ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻫﻢ ورﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﻣﻮر او ﭘﻼر ﻧﻪ ﻟﺮي او ﻳﺎ ﺑﯥ ﻛﻮره ﺷﻮي دي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ
ټﻮل ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎن دي او ﭘﻪ اﺳﻼم ﻛﯥ دَ ﻏﺮﻳﺒﺎﻧﻮ دَ روزﻧﯥ دَ ادارو دﭘﺎره دَ ﻣﺎﺟﺖ ﺣﺠﺮه ،ﻣﺪرﺳﻪ او داراﻻﻣﺎن
ﻫﻐﻪ ځﺎﻳﻮﻧﻪ دي ﭼﯥ ﭘﻪ دَ ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮْ ﻛﻔﺎﻟﺖ ﻫﻢ ﻛﯧږي -ﻧﻮ ﺑﻴﺎ وﻟﻲ ﻧﻪ ..؟؟ دا ﻫﻐﻪ اٍن ډاﺋﺮﻳﻜټ ﺳﻮال دى
ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﯥ ﭘﻪ دﻳﻦ اﺳﻼم ﻣﺸﺮف ﭘښﺘﻨﻮ ﻧﻪ ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻘﻞ ﺷﻮي ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻃﻨﺰﻳﻪ اﻧﺪاز ﻛﻲ ﻛﻮي-
ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﺗﻮګﻪ دا ﻧﻈﻢ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻳﻮ څﻮ ﻫﻐﻮ اّزادو ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﻲ ﻳﻮ ﻧﻈﻢ دى ﭼﯥ ﭘﻪ اّزاده ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ
ﻛﻲ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دى -ﻣﺼﺮﻋﯥ ﻳﯥ وړوﻛﻲ او ﻟﻮې دي ..ﺧﻮ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ ﺧﻮﻧﺪ او ﻣﺰې دا ﺧﺒﺮه ده ..ﭼﯥ ﭘﻪ
- ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﻛﯥ ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻧﻈﻢ ښﻜﺎري او ﭘﻪ رواﻧﻲ ﻛﯥ ﺑﻼ ﻣﻮﺳﻘﻴﺖ ﻫﻢ ﻟﺮي
ﻧﻈﻢ ﺑﯧﺨﻲ ﺳﺎده او ﻫﻴڅ ﻗﺴﻢ اﺑﻬﺎم ﻧﻪ ﻟﺮي ..ﺧﻮ دَ اﻫﻤﻴﺖ وړ ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه دى ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻟﻔﻈﻲ
ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﻟﻜﻪ "اﻣﯧﻞ دَ ﻛﺮﻛﻮ ﭘﺌﻴﻞ" "،ﺗﺎر دَ ﻣﻴﻨﯥ" " ،دَ ﻧﺎﻣﻪ ﻻﻛټ" " ،ﭘﻪ ﺳﻴﻨﯥ ځﻨګﯧﺪل" او "دَ ﻛﻮﻧډي
ﺧﺎﻟﻲ ځﺎﻧګﻮ" ﭘﻪ ﻣﻌﻨﻮي اﻋﺘﺒﺎر داﺳﯥ ﻧﻴﻢ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرې دي ﭼﯥ ﺗﻬﻴﻢ دَ روﻣﺎﻧﻮﻳﺖ ﭘﻪ ښﺎﺋﺴﺖ ﻻ ﻧﻮر
ﺧﻮﻧﺪور ﻛﻮي -دَ اﺷﻨﺎ ﻧﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺑﯥ وﻓﺎﺋﻲ او ﺳﺘﻢ ﻗﻴﺼﯥ ﻫﺮ ﺷﺎﻋﺮ ﻛﻮي ..ﺧﻮ دﻟﺘﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ګﻴﻠﻪ ﻳﻮ
ﺗﻤﺜﻴﻠﻲ او ﻋﻼﻣﺘﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻟﺮي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻋﺸﻖ دَ وراﻳﻪ ځﻠﯧږي او دا دَ دې ﺷﺎﻋﺮ ﻫﻐﻪ ﻛﻤﺎل دى
ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ ځﺎﻧﺘﻪ ﻧﻮى اُﺳﻠﻮب او ﺷﻌﺮي ﺧﻮﻧﺪاو ﻫﻨﺮﻣﺨﺼﻮص ﻛﻮي -
ﻛﻪ ﻓﻜﺮ اوﻛړو ..ﻧﻮ دا ﺧﺒﺮه ﺑﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﺷﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﺗﻮګﻪ دَ دې دوﻟﺲ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻧﻈﻢ ﺟﻮړښﺖ ﻛﻪ
څﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ اّزاده ﺑڼﻪ ﻛﯥ ﺷﻮې دى ..ﺧﻮ دا دراﺻﻞ اّزاد ﻧﻈﻢ ﻧﻪ ﺑﻠﻜﻪ ﭘﺎﺑﻨﺪ اوﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ دى -ﻳﻌﻨﻲ ﭘﻪ ﺷﭙږو
دوﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰو ﻣﺼﺮﻋﻮ داﺳﯥ ﻣﺸﺘﻤﻞ ﻧﻈﻢ دى -
١۵ـ ـ وام
راﻏﺰﯦږي زﻣﺎ ﭘﻪ ﻟﻮرې
ﻳﻮ ﺗﻚ ﺳﻮر او ﺗړﻛﯧﺪوﻧﻜﻰ
دَ ﺳﻜﺮوټﯥ ﭘﻪ ﺷﺎن ﺑﻞ ﻻس
ﻫﻢ ﭘﻪ وﻳښﻪ
ﻫﻢ دَ ﺧﻮﺑﻪ
ﺧﻮ ﭼﯥ زﻣﺎ ﺗﺮ ﻣﺮۍ رﺳﻲ
ﻧﻮ ﺑﺎڼﻪ ﭘﺮې اوﻧښﺘﯧږم
ﭘﻪ وړو وړو ﺳﻠګﻴﺎﻧﻮ
دا ﭘﻮرﺗﻨﻰ ﻧﻈﻢ دَ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻧﻔﺴﻴﺎﺗﻲ او ذﻫﻨﻲ ﻛﺸﻤﻜﺶ ژوﻧﺪى ﻣﺜﺎل دى ..ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻞ
ﻣﺎﺣﻮل دَ ﺣﺎﻻﺗﻮ ،دَ ﺧﻮﻓﻮﻧﻮ وﻳﺮه ،ﺗﺮﻫﻮ ،او وﻫﻤﻮﻧﻮ ﻧﻪ اﻏﻴﺴﺘﻰ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻧﻔﺴﻴﺎﺗﻲ ﻛﺮب دى ﭼﯥ ﭘﻪ اوده او
وﻳښﻪ ﻳﻮ ﺷﺎن دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ اﻋﺼﺎﺑﻮ ﺧﻮر ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ دَ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ دا ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻘﻞ ﺷﻮى
ﻋﻼﻣﺘﻲ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ دَ ﻳﻮ دﻳﻮﻣﺎﻻﺋﻲ ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ اﺛﺮ ﻻﻧﺪې ﻟﻴﻜﻞ ﺷﻮى دى ..ﺧﻮ ﻗﻴﺼﻪ ﻳﯥ ﻣﻜﻤﻠﻪ دَ ﻣﺎﻓﻮق
اﻟﻔﻄﺮت دَ ﻧړۍ ﻧﻪ ﺑﯧﻠﻪ ده ..او ﻛﺮداروﻧﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻫﻢ دَ اﻟﻒ ﻟﻴﻼﺋﻲ دَ دﯦﺒﺎﻧﻮ او ﻋﺠﻴﺒﻪ ﻣﺨﻠﻮﻗﺎﺗﻮ ﻧﻪ راﻏﻠﻲ
ﭘﯧﺮﻳﺎن ﻧﻪ دي -ﺑﻠﻜﻪ دﻟﺘﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﺗﺶ دَ ﻳﻮه ﻻس ﺧﺒﺮه ﺷﻮي ده ..دَ ﻫﻐﻪ ﻻس ﺳﺮه ﺗړﻟﻰ
ﺟﺴﻢ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻧﻪ دى ذﻛﺮ ﺷﻮى -ځﻜﻪ ﺧﻮ دﻏﻪ ﺑﻞ ﻻس دَ ﻟﻤﺒﯥ ﭘﻪ ﺷﺎن ﭼﯥ څﻨګﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮ ﺗﺮ ﻣﺮۍ رﺳﻲ ..ﻧﻮ ﻫﻐﻪ
ﭘﺮې ﺧﭙﻞ ﺑﺎڼﻪ ﻟﻪ وﻳﺮې اوڅڅﻮي -او ﻣﺨﺘﻪ څﻪ اوﺷﻮل ..ﻫﻐﻪ اور ﻣړ ﺷﻮ او ﻛﻪ ﻳﯥ دا ﺷﺎﻋﺮ ﺗﺮ ﻣﺮۍ اوﻧﻴﻮﻟﻮ ؟
دا ﻫﻐﻪ ﺳﻮال دى ..ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻤﻴﻪ ﻗﻴﺼﯥ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﺳﺴﭙﻨﺲ ﺳﯧﻮا ﻛړى دى ﺑﻠﻜﻪ دا ﻧﻈﻢ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻳﻮ
وړوﻛﻲ او ﻋﺎم ﺗﻬﻴﻢ داﺳﯥ اّﻓﺎﻗﻴﺖ ﺗﻪ ﻧﻴﺰدې ﻛړى دى ..ﭼﯥ ﺑﻨﺪه ﭘﻪ ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ او ﭘﻪ ﺳﻮچ ﻛﻮﻟﻮ ﻣﺠﺒﻮره
ﻛﻮي -
دا ﻧﻈﻢ ﻳﻮه داﺳﯥ ﻣﻌﻤﻪ ده ﭼﯥ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﺑﯧﻞ ﺑﯧﻞ ﺣﻞ دَ ځﻮاب ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ راﭘﻴﺪا ﻛﻮي -
ﺧﺒﺮه ﻳﯥ دَ ﻳﻮ وﻫﻢ ﻛړي ده ..ﺧﻮ دا وﻫﻢ ..ﻛﻮم وﻫﻢ دى ؟ دَ دې ﺳﻮال دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻣﻄﻠﻮب دى -او دَ
ﺧﻮﻧﺪ او دَ ﻣﺰې ﺧﺒﺮه دا ﻫﻢ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺷﻮي ده ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺑﻞ او ﺳﻮر ﻻس ﻫﺮ ځﻞ دَ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﻟﻮر راﻏﺰﯦږي ..ﻫﻢ ﭘﻪ
وﻳښﻪ ..ﻫﻢ دَ ﺧﻮﺑﻪ -ﻳﻌﻨﻲ دا ﻫﻐﻪ وﻳﺮه ده ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ ﻳﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳﻮي ..ﺧﻮ ﺑﻴﺎﻧﻮﻟﻰ ﻳﯥ ﻧﻪ ﺷﻲ ..وﻟﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ
ﻻس ﺗﺮ ﺷﺎ ﭘټﻪ څﯧﺮه ﻧﻪ ده ﻟﻴﺪﻟﻰ -ﻧﻮ ځﻜﻪ ورﺗﻪ ﻧﻮم ﻫﻢ ﻧﻪ ﺷﻲ ورﻛﻮﻟﻰ -ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ډﯦﺮ
ﻧﻮي او دَ ﺧﻮﻧﺪ دي -او ﺑﻞ دا ﭼﯥ ﻳﻮ ﻟﻔﻆ ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﺿﺎﻓﻲ ﻧﻪ ښﻜﺎري او ﭘﻪ اﺧﺘﺼﺎر ﻛﯥ ډﯦﺮ ﻣﻌﻨﻮي
- اﺷﻜﺎل ﻟﺮي
دا دَ اﺗﻬﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ وړوﻛﻰ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ښﻜﺎري ﺧﻮ اّزاد ..ﻻﻛﻦ دراﺻﻞ اّزاد ﻧﻪ ﺑﻠﻜﻪ ﺑﯧﺨﻲ ﭘﺎﺑﻨﺪ او دَ اوو
ﻣﺼﺮﻋﻮ اﺗﻬﻪ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه داﺳﯥ ښﻜﻠﻰ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ دى -
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﭘﺴﻨﺪۍ ﻧﻪ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ رﻗﻢ ﺷﻮي ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ډﯦﺮه ښﻪ اﻧﺪازه ﻟګﻮﻟﻰ ﺷﻮ ..
ﻳﻌﻨﻲ ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻠﻲ ﻏﻠﻄﻲ ﺗﻪ ﻫﻢ ﻏﻠﻄﻲ واﺋﻲ او ﻣﻨﻲ ﻳﯥ -ځﻨګﻪ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺷﺨﺼﻴﺖ ﻛﯥ دا ﻳﻮ ﭘﻬﻠﻮ ډﯦﺮ
ﺳﺘﺎﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ ..ﻧﻮ ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﭘﻪ ښﻜﺎره او وازه ﺧﻠﻪ دا ﺧﺒﺮه ﻛﻮي ﭼﯥ دَ ﻣﻴﻨﻲ ﺳﺰاوار
ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻠﻪ دى ..وﻟﻲ ﭼﯥ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﺧﻮ دَ ﺧﭙﻞ ﻣﺎﺷﻮم زړه ﭘﻪ ﺧﻮښﻪ دې اور ﺗﻪ ور داﻧګﻠﻲ وو -ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﺧﺒﺮه
ﻣﻌﻤﻮﻟﻲ او وړوﻛﻲ ده ..ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ دې وړوﻛﻲ ﺧﺒﺮي ﻧﻪ ﻟﻮﻳﻪ ﺧﺒﺮه دَ ﻳﻮ ﻧﻪ ﺧﺘﻢ ﻛﯧﺪوﻧﻜﻲ دړدﻣﻨﻲ
ﻗﻴﺼﯥ ﭘﻪ رﻧګﻪ ډﯦﺮ ﭘﻪ روﻣﺎﻧﻮي ﺷﻌﺮﻳﺖ ﻛﯥ ﻛﻮي-
ﻳﻮ ﻃﺮف ﺗﻪ ﻛﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻧﻮرو ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ﺑﺮﻋﻜﺲ داﺳﯥ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﻟﻜﻪ " دَ ﺑﺨﺖ ﻧﻪ
ګﺮﻣﯧﺪل" او " وﺧﺘﻮﻧﻮ ﺗﺮټﻞ" ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ راوﻟﻲ ..ﻧﻮ ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ داﺳﯥ ﻋﻼﻣﺘﯥ ﻟﻔﻈﻲ اﺷﺎرې ﻫﻢ دَ
ﭘښﺘﻨﻲ ﻣﺤﺎورو ﺳﺮه اوږه ﭘﻪ اوږه دَ ﺷﻌﺮي ﺿﺮورت دَ ﻣﺨﻲ ﭘﻪ ﻛﺎر راوﻟﻲ ..ﻟﻜﻪ " دَ ﻣﺎﺷﻮم زړګﻲ ﭘﻪ ﺧﻮښﻪ
ﻛﻮل " " ،دَ ﻳﻮ ﭼﺎ ﭘﻪ ﺧﻮاﺧُﻮږۍ ﻛﯥ" " ،ﭘﻪ ﺻﻠﻪ دَ ﺧﻮږې ﻣﻴﻨﻲ" " ،ﭘﻪ اﺛﺮ دَ ﻣړاﻣﻮ ﺳﺘﺮګﻮ" او " دَ ﺳﻜﻮن
ډك ډك ﺟﺎﻣﻮﻧﻪ ﭼﭙﻪ ﻛﻮل" ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﭙﻞ ځﺎى دَ دې ﻧﻈﻢ ﺿﺮورت ګڼﻠﻰ ﺷﻲ -دا ﻫﻐﻪ ﻫﻨﺮ دى ﭼﯥ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق ﻳﯥ ﭘﻪ اّزاده ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﻻ ﻫﻢ داﺳﯥ ﭘﻪ ﻛﻤﺎل اﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮي ..ﭼﯥ اﻛﺜﺮه ﭘښﺘﻮ ﺷﺎﻋﺮان ﻳﯥ ﭘﻪ ﻏﺰﻟﻮ او
ﭘﺎﺑﻨﺪو ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛﻮﻟﻰ -او دﻟﺘﻪ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ زه دا ﺧﺒﺮه اوﻛړم ..ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮي دوﻣﺮه ګﺮان ﻛﺎر دى ..
څﻮﻣﺮه ﭼﯥ ﻳﯥ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﺛﺎﺑﺘﻮي -
دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ښﻜﺎري ﺧﻮ اّزاد ﻧﻈﻢ ..ﻻﻛﻦ ﭼﯥ ورﺗﻪ ﭘﻪ ﻏﻮر اوﻛﺘﻠﻰ ﺷﻲ ﻧﻮ دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﺟﻮړښﺖ ﻛﯥ
ﭘﺎﺑﻨﺪﻳﺎﻧﻲ ﻟﺮي او ﭘﻪ ﻧﻬﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﻧﻮښﺘﻪ ﺷﻮى ﻧﻈﻢ دراﺻﻞ دَ څﻠﻮر ﻟﻮﺋﻴﻮ ﺷﭙﺎړس ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﺑﺮاﺑﺮو
ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻣﻌﺮى او ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻧﻈﻢ دى -ﺗﺎﺳﻮ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻢ ﻛﺘﻠﻰ ﺷﻲ-
څﻨګﻪ ﭼﯥ ﻣﻴﻨﻪ ﭘﻪ ګﺮاﻧﻪ ﻛﯧږي ..ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ دَ ﻣﻴﻨﻲ ﭘﺎﻟﻨﻪ او دَ ﻣﻴﻨﻲ ﻧﻪ ﺗﻮﺑﻪ اوﺑﺎﺳﻞ ﻫﻢ ګﺮان ﻛﺎر
دى -دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻘﻞ ﺷﻮي ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﻮم دﻟﻴﻞ دَ ﻣﻴﻨﻲ ﭘﻪ دام ﻧﻮر ﻧﻮر ورګﯧﺮﯦږي ..
ﻫﻐﻪ داﺳﯥ دى ﻟﻜﻪ څﻮك ﭼﯥ ﭘﻪ اﻏﺰو ﭘﯧﭽﻞ ﺷﻮي ورﯦښﻢ دَ راﺑﯧﻠﻮﻟﻮ ﻛﻮﺷﺶ ﻛﻮي -ﻛﻮم ﭼﯥ اول ﺧﻮ ﭘﻪ
ﻣﻤﻜﻨﺎﺗﻮ ﻛﯥ ﻧﻪ وي ..اوﻛﻪ وي ﻫﻢ ﻧﻮ ﺧﻼس ﺷﻮي ورﯦښﻢ دَ ﻫﻴڅ ﻛﺎر ﻧﻪ وي -داﺳﯥ ﻣﺜﺎل دَ ﻳﻮ ﻣﻀﺒﻮﻃﯥ
ﻣﻴﻨﻲ ﭘﻪ ﺣﻖ ﻛﯥ ډﯦﺮ ﻟﻮى او ښﻪ دﻟﻴﻞ دى -او دﻟﺘﻪ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ دا ﻫﻢ څﺮګﻨﺪول ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻫﻮاﺋﻲ
ﺧﺒﺮو ﻳﻘﻴﻦ ﻧﻪ ﻛﻮي او ﺣﻘﺎﺋﻖ دَ ﺣﻘﺎﺋﻘﻮ ﭘﻪ رﻧګ ﻛﯥ ښﻮدل او ﭼﯧړل ﻏﻮاړي -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﺧﻮ دَ ﺷﻮق دَ ﺷﺎﻋﺮۍ ﭘﻪ
ﺣﻘﻠﻪ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺳﺎﺋﻨﺲ ﺑﺎﻧﺪي ﺛﺎﺑﺘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﻮي ..او ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ اوﺗﻮ ﺑﻮﺗﻮ ﻳﻘﻴﻦ ﻛﻢ ﻟﺮي -
ﺧﺒﺮه ﺳﻮﭼﻪ او ﻧﯧﻎ ﭘﻪ ﻧﯧﻐﻪ ﻛﻮي-
دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﭘﻪ اﺧﺘﺼﺎر ﭘﻪ ﻣﻐﺮﺑﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دى ..ﻫﻮﻣﺮه زﻳﺎﺗﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ
ﭘښﺘﻨﻲ ﻣﺤﺎورې ځﺎى ﻛړل ﺷﻮي دي -ﻛﻮﻣﯥ ﭼﯥ دَ ﻧﻈﻢ ښﺎﺋﺴﺘﻪ زﻳﺎﺗﻮي او ﺗﻬﻴﻢ ﺗﻪ ﻳﯥ اوږې ورﻛﻮي -ﻟﻜﻪ "
دَ ﺻﺒﺮ ﭘﻪ واښ ځﺎن ﺗړل" ،دَ ﺳﺘﺮګﻮ ﻟﻪ اﻳﻨﺪارو ﻋﻜﺲ ﭘﺮﯦﻤﻨځﻞ" " ،دَ زړه ﺗړﻳﺎﻧﯥ ﺷﻜﻮل" " ،ﻟﻪ اوﻟﻪ زﻳﺎت
راښﺨﯧﺪل" " ،ﭘﻪ ځﻮزاﻧﻮﻛﯥ ﭘﯧﭽﻞ ﺷﻮي ورﯦښﻢ ﺧﻼﺳﻮل" او " ﭘﻪ ځﻮزاﻧﻮ ﻛﯥ ورﯦښﻢ اړﻛﯧﺪل" ﻫﻐﻪ ﻟﻔﻈﻲ
ﺗﺮﻛﻴﺒﻮﻧﻪ دي ﭼﯥ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻫﻨﺮ دَ ﭘښﺘﻮ دَ ﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮ ﻣﺤﺎورو ﻧﻪ راﺑﯧﻞ ﻛړي دي -او ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ
ﻳﯥ ورﻟﻪ داﺳﯥ ځﺎى ﭘﻴﺪا ﻛړى دى ﭼﯥ ﻫﺮه ﺧﺒﺮه ﻫﻢ دَ دې ﻣﺨﺘﺼﺮ ﻧﻈﻢ ﺧﺒﺮه ښﻜﺎري -
دا دَ ﻧﻬﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ وړوﻛﻰ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ښﻜﺎري ﻳﻮ اّزاد او ﻧﺜﺮي ﻧﻈﻢ ..ﻻﻛﻦ دَ ﺷﻮق دَ ﻧﻮرو ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﺎن
دا ﻧﻈﻢ ﻫﻢ ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻧﻈﻢ دى او ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ اﺗﻬﻮ داﺳﯥ ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪي ﻣﺸﺘﻤﻠﻪ ده ﭼﯥ ﺗﺮ ﺧﭙﻠﻮ ﻳﯥ
- اّﻫﻨګ ،رواﻧﻲ او ﻣﻮﺳﻴﻘﻴﺖ داﺳﯥ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ ﺑﺮﻗﺮار ﺳﺎﺗﻠﻰ دى ﭼﯥ ﻳﻮه ﺳﺎه ﻛﯥ ﻫﻢ ﻟﻮﺳﺘﻠﻰ ﺷﻲ
ﭘﻪ ﭘﻮرﺗﻨﻲ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﺧﻮ ښﻜﺎره ﭘﻪ ﻣﻠﻚ ﻛﯥ دَ ﻣﺎرﺷﻞ ﻻ دَ اّﻣﺮاﻧﻪ دور واﺿﺤﻪ ﺗﺼﻮﻳﺮ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -ﺧﻮ
ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ..ﺧﭙﻞ ﻣﺎﺣﻮل ﻳﻮه ژوﻧﺪۍ ادﻳﺮه ګڼﻲ -ﺑﺎوﺟﻮد دَ دې ﭼﯥ دَ ﻣﻠﻚ ﺑﺎداران ﭘﻪ
ډﯦﺮ ﻓﺨﺮ ﺳﺮه دَ وﻃﻦ ﻧﻈﺎم ..ﻳﻮ اّزاده ښﺎرﻳﻪ ګڼﻲ -ﺧﻮ دَ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل ﭼﯥ ﭘﻪ دې اّزاده ښﺎرﻳﻪ ﻛﯥ اﻧﺴﺎن
څﻮﻣﺮه دَ ﺳﺎﺗﻨګۍ ښﻜﺎر دى ﻧﻮ دﻏﻪ ﻫﺮڅﻪ ﻫﻐﻪ ﻣﺮګ ګڼﻲ -او داﺳﯥ دا ښﺎرﻳﻪ دَ ژوﻧﺪو ﺧﻠﻘﻮادﻳﺮه ﻫﻢ !!..ﭘﻪ
دې ښﺎرﻳﻪ ﻛﯥ ورﺗﻪ ﻫﺮ ﺿﻤﻴﺮ ﻣړ ،ﻫﺮ اﺣﺴﺎس ﻗﺘﻞ ..او ﻫﺮه ﺳﺘﺮګﻪ ړﻧﺪه ښﻜﺎري -دې ﺳﺮه ..ﺷﻮق دَ ځﺎﻧﻪ
ګﯧﺮﭼﺎﭘﯧﺮه دَ ﻧﻔﺴﺎﻧﻔﺴۍ ﻳﻮ داﺳﯥ دوران ﻫﻢ ګﻮري ﭼﯥ دَ اﻧﺴﺎن ﻻﺳﻮﻧﻪ دَ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﺳﺮه دي ..ﻫﻢ ﻫﺮ
ﺳړى دَ ﺑﻞ دَ وﻳﻨﻮ ﺗږى !!...دﻏﻪ ﺧﻮدﻏﺮﺿۍ ﺗﻪ ﻳﯥ " دَ ﻛﻔﻦ ﻛښﻮﻧﻜﻰ" ﺳﺮه ﺗﺸﺒﻬﻪ ورﻛړي -او دَ دې ﻧﻪ دَ
اوﻟﺲ دَ ﺣﺎﻻﺗﻮ ..دَ ﻫﻐﻮئ دَ ﺑﺪﺗﺮۍ ..ﺧﻮدﻏﺮﺿۍ ﻳﻮ اﺣﺴﺎس دَ وراﻳﻪ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -ﺧﻮ دَ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﺗﺴﻠﺴﻞ ﻛﯥ
ﻳﻮه ﺧﺒﺮه ﭘﻪ دې اﺷﺎره ﺧﺘﻤﻮي ﭼﯥ دﻟﺘﻪ دا ﺣﺎل ځﻜﻪ دى ﭼﯥ دَ ﻫﺮ ﭼﺎ ﻻس ﺧﭙﯥ ﺗړﻟﻲ ﺷﻮي دي ..ژﺑﻲ او ﺧﻠﯥ
ګﻨډﻟﻲ ﺷﻮي دي -ﻛﻪ ﭘﻪ دې ﺣﺎﻻﺗﻮ څﻮك اﻇﻬﺎر ﻛﻮي ﻧﻮ دَ ﻓﻮځ ﺳﭙﺎﻫﻴﺎﻧﻮ ﺗﻪ دَ ﻣﺮګ دَ ﻓﺮښﺘﯥ ﻧﻮم ورﻛﻮي -
ﭘﻪ ﻣﺠﻤﻮﻋﻲ ﺗﻮګﻪ دا ﻧﻈﻢ ﻫﻢ ﻟﻜﻪ دَ دې ﻗﺴﻤﻪ ،دَ ﻧﻮرو ډﯦﺮو ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ﺗﺎﺛﻴﺮ ﻟﺮي -دَ ﺗﺸﺒﻬﺎﺗﻮ ﻳﻮ ﭘﺮﻟﻪ
ﭘﺴﯥ ﻟړۍ او ﻋﻼﻣﺘﻲ ﻣﺤﺎوراﺗﻲ اﺷﺎرو اﻣﯧﻞ دى ﭼﯥ دَ ﻫﻐﯥ ﻧﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮ رښﺘﻮﻧﻲ او ﻟﯧﻮﻧﻲ
- ﺷﺎﻋﺮﻛﯧﺪو او دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻟړزﯦﺪﻟﻮ اﺣﺴﺎس څﺮګﻨﺪوﻧﻪ ﻛﯧږي
دا ﻣﺰاﻫﻤﺘﻲ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ داﺳﯥ ﺧﻮ ﭘﻪ ﻟﺴﻮ وړوﻛﻮ او ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪي ﻣﺸﺘﻤﻞ اّزاد ﻧﻈﻢ ښﻜﺎري ..
ﺧﻮ ﭼﯥ ورﺗﻪ ﻏﻮر اوﻛړﻟﻰ ﺷﻲ ﻧﻮ دا اّزاد ﻧﻈﻢ ﺑﻪ ﺗﺶ دَ ﭘﻨځﻮ ﺷﭙﺎړس ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻳﻮ داﺳﯥ ﭘﺎﺑﻨﺪ
ﻧﻈﻢ ﺛﺎﺑﺖ ﺷﻲ ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻣﻮﺳﻴﻘﻴﺖ ﺑﺮﻗﺮار ﺳﺎﺗﻠﻰ ﺷﻮى دى -ﺧﭙﻠﻪ ﻳﯥ اوګﻮرئ -
دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ اﺻﻞ ﺣﺎﻟﺖ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻟﺴﻮ وړو او ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻣﺸﺘﻤﻞ ﻧﻈﻢ ښﻜﺎري ..دراﺻﻞ ﭘﻪ
اووْ اﺗﻬﻪ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﭘﺎﺑﻨﺪو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪي اړه ﻟﺮي -ﭼﯥ ورﺗﻪ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ ﻫﻢ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ -
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻨﻲ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﻴﻨﻲ ﭘﻪ ﺑﺎب ﻳﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ښﭙﯧﻤﺎﻧﻲ ذﻛﺮ ﺷﻮي ده ..ﭼﯥ
ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ډﯦﺮه ﺳﺎدګۍ او ﺑﯥ ﺳﺎﺧﺘګۍ ﻧﻈﻢ ﻛړي ده -ځﻤﺎ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل ﭘﻪ دَ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ
اﻣﯧﻞ" ﻧﻮﻣﻲ ﻛﺘﺎب ﻛﯥ دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻫﻐﻮ ﻳﻮ څﻮ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻳﻮ دى ﭼﯥ ښﭙﯧﻤﺎﻧﻲ ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ
روﻣﺎﻧﻮي اﻧﺪاز ﻛﯥ ﺷﻮي ده ﭼﯥ دَ ﻫﻨﺮي ﻛﻤﺎل ﻧﻪ ﻳﯥ اﻧﻜﺎر ادﺑﻲ ﻧﺎ اﻧﺼﺎﻓﻲ ده -څﻮﻣﺮه ﭘﻪ اﺧﺘﺼﺎر او رواﻧﻲ
ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ ﺧﭙﻠﻪ ښﭙﯧﻤﺎﻧﻲ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ځﺎﻳﻮي ..ﻫﻐﻪ دَ ﺳﺘﺎﺋﻴﻨﯥ وړ ده -داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق
ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻪ دَ ﻣﻴﻨﻲ ﻗﻴﺼﻪ ﻳﻮ ډﯦﺮ ﻧﻴږدې ﻣﻠګﺮي ﺗﻪ ﻛﻮي -او دا ﺳﯥ ورﺗﻪ واي ..ﭼﯥ ګﻨﻲ ﻫﻐﻪ ﻧﻪ وو ﺧﺒﺮ ﭼﯥ ﻳﻮه
ورځ ﺑﻪ ﻫﻐﻪ دَ ﺧﭙﻠﻮ ارﻣﺎﻧﻮﻧﻮ ،ﺣﺴﺮﺗﻮﻧﻮ او ﺧﻮﺑﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﺑﺮﻋﻜﺲ دَ ﻣﺤﺒﻮب ﭘﻪ ﺳﺘﻤﻮﻧﻮ او ﻇﻠﻤﻮﻧﻮ داﺳﯥ ﭘﻪ
ژړا ﺳﺮﻛﯧږي ..ﭼﯥ ﻫﺮ څﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ دَ اوښﻜﻮ ﭘﻪ ﺳﯧﻨﺪ ﻛﯥ اوﺑﻬﯧږي او ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﻳﻮاځﯥ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻲ -
دَ ﻣﺤﺒﻮب دَ ﺳﺘﻤګﺮې ﻣﻴﻨﻲ ﻧﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﻗﻴﺼﯥ ﻧﻪ ﻋﻼوه ﭼﯥ ﻛﻮم څﻴﺰ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ﻣﺘﺎﺛﺮه ﻛﻮي ..ﻫﻐﻪ دي ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ،ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺳﺘﻌﺎرې او اﺷﺎرې ﻟﻜﻪ " دَ ښﻜﻠﻮ ﺳﺘﺮګﻮ دَ
ﺧُﻤﺎر ﭘﻪ ډﻛﻮ ﭼﻴﻨﻮ ﻛﯥ ﻻﻣﺒﻮزن ﻛﯧﺪل" او " دَ ﺳﺮو اوښﻜﻮ ﭘﻪ ﺳﯧﻼب ﻛﯥ ﺑﻬﯧﺪل " -ﻧﻪ ﻳﻮاځﻲ دا ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ
دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﺗﻜﺮاري اﻧﺪاز دَ ﻗﻴﺼﮕﯥ دَ ﺗﻬﻴﻢ اﻫﻤﻴﺖ ځﻜﻪ زﻳﺎﺗﻮي ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ اﺣﺘﺠﺎج ﭘﻪ ځﺎى دَ ډﯦﺮي
ﻋﺎﺟﺰۍ ﻧﻪ ﻛﺎر اﺧﻴﺴﺘﻞ ﺷﻮى دى -ﻛﻮم ﻧﻪ ﭼﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ ﻋﺪم ﺗﺸﺪداﻧﻪ روﺋﻴﻪ دَ وراﻳﻪ ﻧﻪ څﺮګﻨﺪﯦږي -ﻳﻌﻨﻲ
ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ دَ زور زﻳﺎﺗﻰ ﺧﻼف او دَ ﺧﺒﺮو دَ ﻻري دَ ﻣﺴﺌﻠﻮ ﺣﻞ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺣﻖ ﻛﯥ ﻣﺸﻬﻮر اﻧﺴﺎن او دَ ﭘﺴﺘﯥ
او ﺧﻮږې ژﺑﯥ ﺷﺎﻋﺮ دى -ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮي ﺳﻮﭼﻪ ﻛﻮي ..ﺧﻮ ﭘﻪ ﻣﻬﺬﺑﻪ او ادﺑﻲ ﻟﺐ و ﻟﻬﺠﻪ ﻛﯥ -
دا ﭘﻮرﺗﻨﻰ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" ﻛﯥ ﭘﻪ اوﻟﺲ وړو او ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﺗړﻟﻰ ﭼﺎپ ﺷﻮى
دى ..ﺧﻮ دراﺻﻞ دا ﻧﻈﻢ ځﻤﺎ دَ ﻓﻜﺮي اﺳﺘﻌﺪاد دَ ﻣﺨﯥ ﺗﺶ ﭘﻪ اﺗﻬﻮ داﺳﯥ ﻣﺼﺮﻋﻮ ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ اووه
ﻣﺼﺮﻋﯥ ﺷﭙﺎړس ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه دي ..ﺧﻮ ورﺳﺘۍ ﻳﻮه وړوﻛﯥ ﻣﺼﺮﻋﻪ اﺗﻬﻪ ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻪ ﻟﺮي -ﺗﺎﺳﻮ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻛﺘﻠﻰ
ﺷﺊ -
ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻘﻞ ﺷﻮي ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﺷﺎﻋﺮ ډﯦﺮ ﭘﻪ ﺑﻴﺒﺎﻗۍ دا ﺧﺒﺮه ﻛﻮي ..ﻛﻪ دَ ﺧﺪاﺋﻴﻪ ﺑﻐﯧﺮ ﺑﻞ ﭼﺎﺗﻪ ﺳﺮ
ټﻴټﻮل روا وى ﻧﻮ ﻫﻐﻪ )ﺷﺎﻋﺮ( ﺑﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﺤﺒﻮب ﺳﺮ ﺗﻪ ټﻴټ ﻛړى وو -ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﻣﺤﺒﻮب ﭼﯥ دَ ﻣﺎدي ژوﻧﺪ دَ
اّﺳﺎﺋﺸﻮﻧﻮ ﻃﻠﺐ ګﺎر او ﻻﻟﭽﻲ ښﻜﺎري ..دَ ﺧﻮدﻏﺮﺿۍ ﺗﺮ ﺣﺪه ..ﻟﻜﻪ ﻫﻨﺪو ﭘﻪ ښﻜﺎره دَ ﺧﺎورې ﺟﻮړو ﺑُﺘﻮﻧﻮ
ﻳﻌﻨﯥ اّﺳﺎﺋﺸﻮ ﺗﻪ ﺳﺠﺪه رﯦﺰ وي -
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ " دَ اﻏﺮاﺿﻮ ﻣﻨﺪر" ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮﻛﻴﺒﻲ اﺻﻄﻼح ﭘﻪ ځﺎن ﻛﯥ ﺑﻼ ﻣﻌﻨﯥ ﻟﺮي ،ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ دَ
ژوﻧﺪ او ﻓﻜﺮ او ﻧﺎزك ﺧﻴﺎﻟۍ دﻟﻴﻞ دى -دا او ﻫﻢ دﻏﺴﯥ ﻓﻜﺮي ژورﺗﻴﺎګﺎﻧﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺳﺎده ﭘښﺘﻨﻲ
ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ او ﻧﻈﻤﻴﻪ اﻇﻬﺎر ﻛﯥ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﺧﭙﻞ ﺻﺪاﻗﺖ ﺛﺒﻮت ﭘﻪ
ډﯦﺮه ﺑﯥ ﺳﺎﺧﺘګۍ وړاﻧﺪي ﻛﻮي ..ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ده ﻣﻴﻨﻪ ﻧﻪ ﻳﻮاځﻲ ﺑﯥ ﻏﺮﺿﻪ ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻋﺒﺎدت ﻳﻌﻨﯥ ) ﭘﻮﺟﺎ( ﻛﻮﻟﻮ
ﺗﺮ ﺣﺪه ﻣﺨﻠﺼﻪ ښﻜﺎري -ﺧﻮ اﺷﻨﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ روﺋﻴﻮ او ﺧﻮﻳﻮﻧﻮ ﻫﻨﺪو دى ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﺟﺬﺑﻮ او رﺷﺘﻮ ﻛﻢ او ﭘﻪ ﻣﺎدي
څﻴﺰوﻧﻮ ﻛﯥ ﻟﻜﻪ ﺳﻮداګﺮ ورګﯧﺮ وي -
ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ دَ دې ﻧﻈﻢ ﻓﻨﻲ او ﺗﻜﻨﻴﻜﻲ اړخ ﺗﻪ ﭘﻪ ځﻴﺮ ﺷﻮ ﻧﻮ دا اﺗﻬﻪ ﻣﺼﺮﻋﻴﺰه ﻧﻈﻢ ﺑﻪ ﭘﻪ اﺗﻬﻮ ﺑﺮاﺑﺮو
ﺑﺮاﺑﺮو ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻮ ﻣﺸﺘﻤﻞ ﻳﻮ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ اوګڼﻮ ..ﺧﻮ زﻣﺎ ﭘﻪ اﻧﺪازه ﻛﻪ دﻏﻪ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ څﻠﻮرو ﺷﭙﺎړس ﺳﯧﻼﺑﻴﺰو
ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪي داﺳﯥ وړاﻧﺪې ﻛړى ﺷﻲ ..ﻧﻮ ﺑﻪ ﻧﻮر ﻫﻢ واﺿﺤﻪ ﺷﻲ-
٢٢ـ ـ ﭘښﺘﻮ
ﻫﻐﻪ څﻮك ده؟
دَ ﭼﺎ ﻟُﻮر ده؟
دَ ﭼﺎ وﻳﻨﻪ ،دَ ﭼﺎ ﺧﻮر ده؟
ﭼﯥ ﭘﻪ ﺳﺮو ﺳﺮو اوښﻜﻮ ژاړي
ﺳﺮﺑﺒﺮه ،درﭘﺪره
دَ ژوﻧﺪون ﻻرو ﻛﻮڅﻮ ﻛﯥ
ﭘﻪ ﻣﺦ ﻟُﻮڅﻪ
ﭘﻪ ﭘښﻮ ﻟُﻮڅﻪ
ﭘﻪ زړو څﻴﺮو ﺟﺎﻣﻮ ﻛﯥ
ﺳﺮګﺮداﻧﻪ ..ﭘﺮﯦﺸﺎﻧﻪ
ﭘﻪ وﺟﻮد ﺳﺘړي ﺳﺘﻮﻣﺎﻧﻪ
ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎﻧﻪ ﺑﯥ ﺧﺒﺮه
ﻟﻪ ﺟﻬﺎﻧﻪ ﺑﯥ ﺧﺒﺮه
دَ ﺑﯥ رﺣﻤﻪ وﺧﺖ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ
ﻟﯧﻮﻧۍ ﺳﭙﯧڅﻠﯥ ﻏﻮﻧﺪي
ﭘﯧﻐﻠﺘﻮب ﺑﺎﺋﻴﻠﻲ ،زړﯦږي
ﭘﻪ ﻓﺮﻳﺎد ﻓﺮﻳﺎد ژﻏﯧږي
ﭼﯥ اې ﺧﻠګﻮ
ړﻧﺪو ﺧﻠګﻮ!!
ﻣﺎﺗﻪ اوګﻮرئ ..زه څﻮك ﻳﻢ؟
دَ ﭼﺎ ﻟُﻮر او دَ ﭼﺎ ﺧﻮر ﻳﻢ؟
زﻣﺎ ﭘﻪ ﺳﺮ ﭘړوﻧﻰ ﻧﺸﺘﻪ
زﻣﺎ ﻻﺳﻮﻧﻪ ﺑﯥ ﺑﻨګړﺋﻴﻮ
زﻣﺎ ﻏﻮږوﻧﻪ ﺑﯥ واﻟﺌﻴﻮ
اّﺧﺮ وﻟﯥ ..داﺳﯥ وﻟﯥ؟
ﻳَﻪ دَ وﺧﺖ زاﻣﻨﻮ وﻟﯥ؟
زه ﺑﯥ وﺳﻪ ﺑﯥ اّﺳﺮې ﻧﻦ
زه ﺑﯥ ﻛﻮره ﺑﯥ ﭘړدې ﻧﻦ
دَ ﺧﭙﻠﻮاﻧﻮ ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺗﻞ
دَ ﻣﺮاد ﻛﭽﻜﻮل ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ
دَ ﺳﻮاﻟګﻴﺮې ﭘﻪ ﺷﺎن ګﺮځﻢ
زه ﺳﻮاﻟګﻴﺮه
زه ﺳﻮاﻟګﻴﺮه؟
ﺳﺘﺮګﯥ روڼﯥ ﻛړئ اې ﺧﻠګﻮ
دَ ﻏﻔﻠﺖ دَ ﺗﻴﺎرو ﺧﻠګﻮ!!
ﻣﺎ ﻫﻢ اوﭘﯧﮋﻧﻰ ﺧﻠګﻮ!
زه دَ دﻧګﻮ ﻏﺮوﻧﻮ ﻟُﻮر ﻳﻢ
زه ﭘښﺘﻮ ﻳﻢ ..ﭘښﺘﻨﻪ ﻳﻢ
دا ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻘﻞ ﺷﻮى ﻧﻈﻢ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق واﺣﺪ اوږد ﻧﻈﻢ دى ﭼﯥ دَ ده ﭘﻪ اّزاده ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﭘﻪ رﻳﻜﺎرډ
ﺑﺎﻧﺪې راﻏﻠﻰ دى -او دا ﻫﻐﻪ ﻧﻈﻢ ﻫﻢ دى ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻏﺰل دَ ﺷﺎﻋﺮ ﺳﺮه ﺳﺮه دَ ﻧﻈﻢ ﺷﺎﻋﺮ ﻣﺸﻬﻮره ﺷﻮ -
دا ﻧﻈﻢ ﺑﻪ دَ ﻛﺎﺑﻞ رﯦډﻳﻮ ﻧﻪ اﻛﺜﺮه ﻧﺸﺮ ﻛﯧﺪو او دې ﻧﻈﻢ دوﻣﺮه ﻋﻮاﻣﻲ ﺷﻬﺮت ﭘﻴﺪا ﻛړى وو ،ﭼﯥ اوس ﻫﻢ ﭘﻪ
ډﯦﺮ ﻛﯧﺴټﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻣﻮﺟﻮد دى -ﺧﻮ ﻳﻮ ځﻞ ﻣﺎ ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ دې ﻧﻈﻢ دَ ﻋﻮاﻣﻲ ﺷﻬﺮت ﭘﻪ اړه دَ ﻫﻐﻪ ﻧﻪ
ﺗﭙﻮس اوﻛړو ..ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﺗﺶ اوﻣﻮﺳﯧﺪو او ﻣﺨﺘﻪ ﻳﯥ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻫﻴڅ ﻧﻪ اووﺋﻴﻠﻮ ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻫﺮﻛﻠﻪ
ﺧﻮﻋﻮاﻣﻲ ټﯧﺴټ ﺗﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮ او ﺷﺎﻋﺮۍ ﻗﺘﻞ وﺋﻴﻠﻮ -ﻧﻮ ځﻜﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﺧﺎﻣﻮﺷﻲ او ﺑﻴﺎ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺟﺬﺑﺎﺗﻲ اﻧﺪاز
ﻧﻮر اوږدو ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﻻس اﺧﻴﺴﺘﻞ ..دَ ﻫﻐﻪ داﺳﯥ ﺧﺎﻣﻮش اﻋﻼن دى ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﺑﻴﺎ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﺗﺮاﻧﯥ ﻧﻪ ﻟﻴﻜﻲ
او ﻧﻪ ﺑﻪ دَ ﺧﻠﻘﻮ دَ ﺟﺬﺑﺎﺗﻮ ﺳﺮه داﺳﯥ ﭘﻪ ﻏﯧﺮ ﻣﻌﻴﺎري ﺗﻮګﻪ ﻟﻮﺑﻲ ﻛﻮي -
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻣﻌﻴﺎر ﺟﻨﻮن ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎى ﺻﺤﻴﺢ دى ..ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻨﻲ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ
اﻟﻤﻴﯥ ﭘﻪ ﻟﻮر اﺷﺎره ﻛړي ده ..ﭼﯥ ورﻧﻪ ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻲ ﻣﻌﺎﺷﺮه ﻛﯥ اﻧﻜﺎر ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛﯧﺪى -ﻫﻐﻪ دﻟﺘﻪ " ﭘښﺘﻮ" ﺗﺶ
دَژﺑﻲ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﻧﻪ ده زﯦﺮ ﺑﺤﺚ راوړي ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘښﺘﻮ ﻳﯥ دَ ﭘښﺘﻨﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ﺗﺸﺒﻬﺎﺗﻲ اﻧﺪاز او درﺳﺖ ﭘښﺘﻨﻲ
ﻛﻠﺘﻮر ﻳﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ راﻧﻐښﺘﻰ دى او ﺑﻼ ډﯦﺮ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ ﻳﯥ دَ ځﻮاب ﭘﻪ ﻫﻴﻠﻪ راﺑﺮﺳﯧﺮه ﻛړي دي -ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ
ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﭘﻪ ﺳﺎده ﺗﻮرو او ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﻏږﯦﺪﻟﻰ دى ..ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ ﻳﯥ ﭘښﺘﻮ ،ﭘښﺘﻮن ،ﭘښﺘﻨﻪ او
ﭘښﺘﻨﻲ ﻛﻠﺘﻮر ﺑﺎﻧﺪي ګﻮزارزﻧﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺟﺬﺑﺎﺗﻲ اﻧﺪاز ﻛړي دي ﭼﯥ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ اودې ﺟﺬﺑﯥ را اوﻟړزوي -
ﻫﻐﻪ دﻟﺘﻪ ﺑﯧﺨﻲ زﻳﺎت ډاﺋﺮﻳﻜټ ﺷﻮى دى او ﭘښﺘﻨﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ اّﺋﻴﻨﯥ ښﻮدﻟﯥ دي ..-ﭘﻪ ﻛﻮم ﻛﯥ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻮ څﯧﺮې
اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﯥ دَ ﺑﯥ ﺣﺴۍ ﺗﺮ ﺣﺪه ﺧﻮدﻏﺮﺿﻪ او ځﻨﺎورې څﯧﺮې ورﺗﻪ داﺳﯥ ښﻮدﻟﻲ ﺷﻮي دي -ﭼﯥ ﻫﻐﻮئ
ﻣﺤﺴﻮﺳﯥ ﻛړي دي ..ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻳﯥ دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ زړوﻧﻮ ﻟﻴﻜﻠﻰ دى -ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﻮ ﻧﻮى
اﻧﺪاز ﻣﺨﻲ ﺗﻪ راوړى دى ..او ﭘښﺘﻮ ﻳﯥ ..ﻫﻢ دَ ﻫﻐﯥ ﻳﻪ ﺧﭙﻠﯥ ژﺑﯥ ﻛﯥ ﻏږوﻟﻰ ده ..او داﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳﯧږي ..
ﻟﻜﻪ دا ﭼﯥ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘښﺘﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ دَ ﻓﺮﻳﺎد ﺧﺒﺮي ﻛﻮي -او ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﺴﯥ دَ ﻳﻮ
راوي ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -داﺳﯥ راوي ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻫﺮ څﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺘﺮګﻮ وﻳﻨﻲ ﻫﻢ ..او ﻣﺤﺴﻮﺳﻮي ﻳﯥ ﻫﻢ -دا
دَ ﻫﻐﻪ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻛﻤﺎل دى -او دا زﻣﺎ ﻳﻘﻴﻦ دى ،ﭼﯥ ﻛﻪ ﻫﻐﻪ ﺗﺮاﻧﯥ او ﻣﺮﺛﻴﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﻧﻮ ده ﻧﻪ ﺑﻪ ﻫﻴﭽﺎ ﻣﻴﺪان ﻧﻪ
وو ګټﻠﻰ -ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ګﻮره وﻟﯥ دَ دې ﻋﻮاﻣﻲ ﺷﻬﺮت ﻧﻪ ﻛﻨﺎره ﻛﺸﻲ ﺗﻪ ﺗﺮﺟﻴﺢ ورﻛﻮي -ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻫﻐﻪ
ﻟﻮﻳﻰ ﺷﺎﻋﺮ ﺟﻮړﯦﺪل ﻏﻮاړي؟
دا اوږد ﻧﻈﻢ ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻛﻢ څﻠﻮﯦښﺖ وړو او ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ اّزاد ﻧﻈﻢ دراﺻﻞ ﭘﻪ اوﻟﺲ ﻣﺼﺮﻋﻮ ..ﭼﯥ
ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﺷﭙﺎړس ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ده ..ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺸﺘﻤﻞ ﻳﻮ ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ دى -ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻫﻨﺮ دَ ﻧﻈﻢ
اّﻫﻨګ او ﻣﻮﺳﻴﻘﻴﺖ ﺳﺎﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻏﺮض ﭘﻪ وړوﻛﻮ ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ دوﻣﺮه اوږد ﻛړى دى ..ﭼﯥ دَ ﻃﻮﻳﻞ ﻧﻈﻢ ګﻤﺎن
ﭘﺮې ﻛﯧږي ..ﺧﻮ ﻃﻮﻳﻞ ﻧﻪ دى -ﺗﺎﺳﻮ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻢ اوګﻮرئ -
دَ ﭼﺎ ﻟُﻮر ده؟ دَ ﭼﺎ وﻳﻨﻪ ،دَ ﭼﺎ ﺧﻮر ده؟ ﻫﻐﻪ څﻮك ده؟
ﺳﺮﺑﺒﺮه ،درﭘﺪره ﭘﻪ ﺳﺮو ﺳﺮو اوښﻜﻮ ژاړي ﭼﯥ
دَ ژوﻧﺪون ﻻرو ﻛﻮڅﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻣﺦ ﻟُﻮڅﻪ ،ﭘﻪ ﭘښﻮ ﻟُﻮڅﻪ
ﭘﺮﯦﺸﺎﻧﻪ ﺳﺮګﺮداﻧﻪ ﻛﯥ زړو څﯧﺮو ﺟﺎﻣﻮ ﭘﻪ
وﺟﻮد ﺳﺘړي ﺳﺘﻮﻣﺎﻧﻪ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎﻧﻪ ﺑﯥ ﺧﺒﺮه ﭘﻪ
وﺧﺖ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ﺑﯥ رﺣﻤﻪ ﺟﻬﺎﻧﻪ ﺑﯥ ﺧﺒﺮه دَ
ﭘﯧﻐﻠﺘﻮب ﺑﺎﺋﻴﻠﻲ ،زړﯦږي ﻟﯧﻮﻧۍ ﺳﭙﯧڅﻠﯥ ﻏﻮﻧﺪي
ﭘﻪ ﻓﺮﻳﺎد ﻓﺮﻳﺎد ژﻏﯧږي ﭼﯥ اې ﺧﻠګﻮ .........ړﻧﺪو ﺧﻠګﻮ !!
ﻣﺎ ﺗﻪ اوګﻮرئ زه څﻮك ﻳﻢ؟ دَ ﭼﺎ ﻟُﻮر او دَ ﭼﺎ ﺧﻮر ﻳﻢ؟
زﻣﺎ ﭘﻪ ﺳﺮ ﭘړوﻧﻰ ﻧﺸﺘﻪ .....زﻣﺎ ﻻﺳﻮﻧﻪ ﺑﯥ ﺑﻨګړﺋﻴﻮ
زﻣﺎ ﻏﻮږوﻧﻪ ﺑﯥ واﻟﺌﻴﻮ ،اّﺧﺮ وﻟﯥ .........داﺳﯥ وﻟﯥ؟
ﻳَﻪ دَ وﺧﺖ زاﻣﻨﻮ وﻟﯥ ؟ زه ﺑﯥ وﺳﻪ ﺑﯥ اّﺳﺮې ﻧﻦ
ﻛﻮره ﺑﯥ ﭘړدې ﻧﻦ دَ ﺧﭙﻠﻮاﻧﻮ ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺗﻞ زه ﺑﯥ
دَ ﻣﺮاد ﻛﭽﻜﻮل ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ دَ ﺳﻮاﻟګﻴﺮې ﭘﻪ ﺷﺎن ګﺮځﻢ
زه ﺳﻮاﻟګﻴﺮه زه ﺳﻮاﻟګﻴﺮه؟ ﺳﺘﺮګﯥ روڼﯥ ﻛړئ اې ﺧﻠګﻮ
دَ ﻏﻔﻠﺖ دَ ﺗﻴﺎرو ﺧﻠګﻮ!! ﻣﺎ ﻫﻢ اوﭘﯧﮋﻧﺊ ﺧﻠګﻮ !!
زه دَ دﻧګﻮ ﻏﺮوﻧﻮ ﻟُﻮر ﻳﻢ ،زه ﭘښﺘﻮ ﻳﻢ ....ﭘښﺘﻨﻪ ﻳﻢ
ﭘﻮرﺗﻨﻰ ﻧﻈﻢ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺧﭙﻞ ﻣﺨﺼﻮﺻﯥ ﻓﻜﺮي روﺋﻴﯥ ﻳﻮ ﺟﺬﺑﺎﺗﻲ ﻣﺜﺎل دى ..ﺧﻮ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى
ﭘﻪ داﺳﯥ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ دى ..ﭼﯥ ﺷﻌﺮﻳﺖ او ﻣﻌﻨﻮﻳﺖ ﺗﺮې ﻧﻪ دَ وراﻳﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮ ﻫﻨﺮي ﻛﻤﺎل ﺗﻪ اﺷﺎره
ﻛﻮي -ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﻣﺤﺒﻮب ﺗﺼﻮر ﺧﭙﻞ ﺳﻴﻮرى ګڼﻲ ..ﭼﯥ دَ ده ﺳﺮه ﺳﺮه ځﻲ ..ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ډﯦﺮه
ﻋﺠﻴﺒﻪ اﻧﺪاز ﻛﯥ دَ ﺧﭙﻞ وﺟﻮد ﺳﻴﻮرى دَ ﺧﭙﻞ ﻃﺒﻌﯥ او ﻓﻄﺮت ﺗﺮ ﻣﺨﻪ دَ ځﺎﻧﻪ ﺑﯧﻞ ګڼﻲ -او دا ځﻜﻪ ﭼﯥ
ﺳﻴﻮرى ﺧﻮ دَ رڼﺎ ﻣﻠګﺮى وي ..او ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ رڼﺎ دَ ﺧﭙﻞ اﺧﺘﺘﺎم ﺗﺮ ﺳﻔﺮه اورﺳﻲ ﻧﻮدَ وﺟﻮد ﺳﺮه دﻏﻪ ﺳﻴﻮرى
ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ ﭘﺮﯦږدي -دﻟﺘﻪ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﺧﭙﻞ ﻣﺤﺒﻮب وﺟﻮد ﻳﻮ داﺳﯥ ﺳﻴﻮرى ګڼﻲ ..ﭼﯥ ﻛُﻞ وﻗﺘﻲ ﻧﻪ وي ..
وﺧﺘﻲ وي -
دَ دې ﻧﻈﻢ ﺳﺎدګﻲ او ﺑﯥ ﺳﺎﺧﺘګﻲ ،ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻫﻨﺮ دَ ﺷﺎﻋﺮ دﻏﻪ ګﻴﻠﻪ او ﻏﻢ ډﯦﺮ ﭘﻪ ﻓﻜﺮي ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ
ښﻜﺎره ﻛﻮي -دَ دې ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻣﻌﻨﯥ او ﻣﻔﻬﻮم ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ ﻟږ ﺳﻮچ اوﻛړو ..ﻧﻮ ﭘﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ژوﻧﺪ ،رﺷﺘﻮ او ﺟﺬﺑﻮ ﻛﯥ
ﭼﯥ دَ ﺧﻮدﻏﺮﺿۍ ﻛﻮم رﻧګ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ ،ﻧﻮ ﻫﻐﯥ ﺗﻪ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻫﻨﺮ اﺷﺎره ﻛﻮي -ﭼﯥ ﻣﻠګﺮي دَ ښﻮ ﻟﺤﻈﻮ
وي ..ﺧﻮ دَ ﻏﻢ دَ ﻟﺤﻈﻮ ﻣﺌﻴﻨﺎن ﺑﯧﺨﻲ ﭘﻪ ﻧﯧﺸﺖ ﺣﺴﺎب دي -دﻏﻪ رﻧګﻪ دوران او دَ ﺧﻠﻘﻮ دﻏﺴﯥ روﺋﻴﯥ ﻫﺎﻏﻪ
وﺧﺖ ﻫﻢ وي ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﺷﺎﻋﺮ دا ﻧﻈﻢ ﻟﻴﻜﻠﻮ ..او ﻧﻦ ﻫﻢ دﻏﺴﯥ ﻣﺎﺣﻮل ﻣﻮﻧږ وﻳﻨﻮ ګﻮرو -ﻧﻮ دَ ﻧﻦ دور دَ ﻛﻮﻣﻮ
ﺣﺎﻻﺗﻮ ﺧﺒﺮه ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ ﻧﻦ ﻧﻪ اوﻟﺲ اﺗﻬﻠﺲ ﻛﺎﻟﻪ اّګﺎﻫﻮ ﻛړي ده ..ﭘﻪ ﻫﺎﻏﻪ وﺧﺖ ﻛﯥ دَ ﻣﺴﺘﻘﺒﻞ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﺗﻪ اﺷﺎره
وه -او ښﻪ ﺷﺎﻋﺮ ادﻳﺐ ﭘﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﻮ ﺗﺒﺪﻳﻠﻴﺎﻧﻮ ﻫﺮ وﺧﺖ ﻧﻈﺮ ﻟﺮي -
ﭘﻪ ﺗﻜﻨﻴﻜﻲ او ﻓﻨﻲ ﻟﺤﺎظ دﻏﻪ دَ ﻟﺲ وړو او ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ اّزاد ﻧﻈﻢ ﭘﻪ اﺻﻞ ﻛﯥ ﭘﻪ ﭘﻨځﻮ داﺳﯥ
ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺸﺘﻤﻞ دى ..ﭼﯥ ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻳﯥ ﭘﻨځﻠﺲ ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻪ ﻟﺮي او ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻛﯥ دا ټﻮﻟﻲ ﻣﺼﺮﻋﯥ دَ
ﻳﻮ داﺳﯥ ﺧﻮاږه اّﻫﻨګ او ﻣﻮﺳﻴﻘﻴﺖ ﻧﻪ ډﻛﯥ دي ..ﭼﯥ دا ﻧﻈﻢ اّزاد ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﺎﺑﻨﺪ او ﻣﻌﺮى ښﻜﺎره ﻛﻮي -
- ﻛﺘﻠﻰ ﻳﯥ ﺷﺊ
دا ﭘﻮرﺗﻨﻰ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ داﺳﯥ اﻓﺴﺎﻧﻮي او روﻣﺎﻧﻮي اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻞ ﺷﻮى دى ..ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻳﻮاځﯥ
ﺷﺎﻋﺮ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﯥ ﻳﻮ اﻓﺴﺎﻧﻪ ﻧګﺎر ﻫﻢ ښﻜﺎري -او دا رﻧګ او ﺧﻮﻧﺪ دَ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ اﻛﺜﺮه ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -دَ
ﻋﻨﻮان ﭘﻪ رﻧګﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﺧﭙﻞ اّﺋﻴډﻳﻞ ﻣﺤﺒﻮب دَ ﻟټﻮن ﻳﻮ داﺳﯥ اﻧﺘﻬﺎﺋﻲ ﺷﻜﻞ وړاﻧﺪي ﻛړى
دى ..ﭼﯥ ﻧﺎﻛﺎﻣﻲ او ﻣﺎﻳﻮﺳﻲ ﻛﯥ ﻫﻢ دَ ﻣﻴﻨﻲ ﻃﻠﺐ ..ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ ژوﻧﺪى ﻟﺮي -ﻟﻜﻪ ﻣﺠﻨﻮن ﭼﯥ ﺑﻪ
ﻟﻴﻼ ﭘﺴﯥ ګﺮځﯧﺪو ..او ﭼﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻟﻴﻼ ﻧﻪ ﻛړه ﻣﻮﻧﺪه ﻧﻮ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎن او ﻫﺮ ﭼﺮﺗﻪ ﻛﯥ ﻟﻴﻼ ﻟﻴﺪﻟﻪ -دا
ﺟﻨﻮﻧﻲ ﻛﯧﻔﻴﺖ دﻟﺘﻪ ﺷﻮق ﭘﻪ ډﯦﺮو ﺳﺎده ﺗﻮرو ﻛﯥ ﻧﻈﻢ ﻛړى دى -ﺧﻮ ﭘﻪ ﻣﻌﻨﻮي اﻋﺘﺒﺎر دَ دې ﻧﻈﻢ دَ ﺗﻬﻴﻢ ﻧﻪ
اﻧﻜﺎر ځﻜﻪ ﻧﺸﻲ ﻛﯧﺪى ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﺗﺼﻮف ﻛﯥ ﻫﻢ دﻏﺴﯥ ﺧﻮ ﻛﯧږي ..ﻳﻌﻨﻲ دَ ﺧﺪاى ﭘﺎك ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻛﯥ ﺻﻮﻓﻲ
ﭼﯥ ﻛﻠﻪ اﻧﺘﻬﺎ ﺗﻪ اورﺳﯧږي ﻧﻮ دَ ﻣﻨﺼﻮر ﻏﻮﻧﺪي ﭘﻪ ځﺎن ﻛﯥ ﺧﺪاى ﻟټﻮي -ﻻﻛﻦ دﻟﺘﻪ ﺧﺒﺮه څﻪ ﺑﯧﻞ ﺷﺎﻧﺘﯥ ده ..
وﻟﯥ ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﺳﺘړى او ﻧﺎ اُﻣﯧﺪه دَ ﻟټﻮن ﻟﻪ ﺷﻮي ﺳﻔﺮ ﻧﻪ را واﭘﺲ ﺷﻲ ..ﻧﻮ دَ ﺧﭙﻠﻮ " اُﻣﯧﺪوﻧﻮو
اّس" ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ اوښﻜﻮ اوﺑﻪ ﻛﻮي ..او داﺳﯥ ﺗﺴﻜﻴﻦ ﻣﺤﺴﻮس ﻛړي ﻟﻜﻪ دَ دې اّس ..ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ ورﺗﻪ ﭘﻪ
- ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ ﻟﻬﺠﻪ ﻛﯥ " ﻧﻴﻠﻰ" واﺋﻲ ..ﺗﻨﺪه ﻫﻢ ﭘﻪ ده ﻣﺎﺗﻪ ﺷﻮي وي
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻟﻔﻈﻲ ﺟﻮړښﺖ او ﺧﺒﺮې دوﻣﺮه ﻧﻮي او ﺧﻮږې دي ..ﭼﯥ اﺟﻨﺒﻴﺖ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻧﻪ
ﻣﺤﺴﻮﺳﯧږي -وﻟﯥ ﭼﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ ﻃﺮزﺑﻴﺎن ﺧﺎﻟﺺ ﭘښﺘﻨﻲ دى -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻣﻌﻨﻮي اﺑﻬﺎم ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻧﻪ راځﻲ او
درﺳﺖ ﻧﻈﻢ ښﻪ ﭘﻪ اّﺳﺎﻧﻪ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﻗﻴﺼﻪ ﺳﺮﺗﻪ اورﺳﻮي -ﺑﻞ دا ﺧﺒﺮه ﻫﻢ اﻫﻤﻪ ده ..ﭼﯥ ﻛﻪ ﻳﻮ
ﻃﺮف ﺗﻪ " دَ ﺳﻮچ ﻧﻴﻠﻰ " " ،دَ اُﻣﻴﺪ ګﻮدر" رﻧګﻪ اﺻﻄﻼﺣﺎت ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﺷﺎﻣﻞ ﻛړي دي ..ﻧﻮ ﺑﻞ
ﻃﺮف ﺗﻪ " ﭘﻪ ﻃﻠﺐ ﺳﺘړى" " ،ﺗﻨﺪه ﭘﻪ اوښﻜﻮ اوﺑﻮل" او " ﻟﻪ ورﻛﻮ ﻏﻮښﺘﻞ" ﻫﻐﻪ ﻧﻮي ﭘښﺘﻨﻲ ﻣﺤﺎورې دي ..
ﭼﯥ ﻧﻦ ﺳﺒﺎ ﻋﺎﻣﯥ اﺳﺘﻌﻤﺎﻟﯧږي -دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ رﻧګﻪ ﻳﻮ ښﻪ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ ﻋﻤﻞ ﻛﯥ ژﺑﯥ ﺗﻪ ﻧﻮي
ﻧﻮي ﺗﻮري او ﻣﺤﺎورې ﻫﻢ ورﻛﻮي ..او داﺳﯥ ژﺑﻪ ﻣﺨﻲ ﺗﻪ وده ﻛﻮي -
دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻇﺎﻫﺮه ﭘﻪ ﻧﻬﻮ اﺗﻬﻪ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى ﻳﻮ ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻧﻈﻢ دى ..ﺧﻮ دَ ﺧﻮﻧﺪ او
ﻣﺰې ﺧﺒﺮه دا ده ..ﭼﯥ دَ دې ﻧﻈﻢ ټﻮﻟﻲ ﻣﺼﺮﻋﯥ ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺳﺮه ..ﻫﻢ ﭘﻪ دﻏﻪ ﺗﺮﺗﻴﺐ اوﺗړو ﻧﻮ دا ﺑﻪ ﻳﻮه
ﻣﺨﺘﺼﺮه اﻓﺴﺎﻧﻪ ښﻜﺎره ﺷﻲ -او ﺗﺎﺳﻮ دَ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ اړخ ﻫﻢ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﺊ ..ﻳﻌﻨﻲ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ
ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دَ ﺷﻌﺮ ﺗﻨﺪه ﻣﺎﺗﯧږي ﺑﻠﻜﻪ دَ اﻓﺴﺎﻧﯥ ،ډراﻣﯥ او ﻧﺜﺮي ادﺑﻲ ټﻮټﻮ ﺧﻮﻧﺪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ او
ﻣﺤﺴﻮﺳﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﭘﻮرﺗﻨﻰ ﻧﻈﻢ دَ دې ﺧﺒﺮي دَ ﻣﺜﺎل ﭘﻪ اړه ﭘﻪ ﻳﻮه ﻓﻘﺮه ﻛﯥ دﻟﺘﻪ وړاﻧﺪي ﻛﻮم -
" ﭼﯥ دَ ﺳﻮچ ﻫﺮ ﻳﻮ ﻧﻴﻠﻰ ﻣﯥ دَ اُﻣﻴﺪ ﻟﻪ ﻫﺮ ګﻮدره دَ ﺟﺎﻧﺎن ﭘﻪ ﻃﻠﺐ ﺳﺘړى او ﻧﺎﻫﻴﻠﻪ ﻏﻮﻧﺪې ﺑﻴﺮﺗﻪ دَ
ﻣﺎښﺎم ﺧﻮاﺗﻪ راﻏﺒﺮګ ﺷﻲ ﻧﻮ ﭘﻪ اوښﻜﻮ ﻳﯥ دَ ﺳﺘﺮګﻮ اوﺑﻮﻣﻪ ﺗﻨﺪه داﺳﯥ ﻟﻜﻪ زه ﭼﯥ ﻳﯥ ﻟﻪ ورﻛﻮ
ټﻮﻟﻪ ټﻮﻟﻪ ورځ ﻏﻮښﺘﻤﻪ"
٢۵ـ ـ ﺗﻠﻜﯥ
ﻛﻪ ﺗښﺘﯧﺪه ﻏﻮاړي څﻮك
ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻪ ژوﻧﺪه ﭼﯧﺮي
ﻧﻮ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻪ ﺗښﺘﻲ؟
ﭼﯧﺮي ﺑﻪ ﻣﺨﻪ ﻛﻮي؟
ځﻜﻪ ﭼﯥ ښﻜﺎري ﻫﺮ ﻟﻮر
دﯦﻮال دﯦﻮال رﺳﻤﻮﻧﻪ
ﻏﻮﻧډۍ ﻏﻮﻧډۍ ﺧﻨډوﻧﻪ
درﻳﺎب درﻳﺎب ﻏﻤﻮﻧﻪ
او ﻻ ﻗﺪم ﭘﻪ ﻗﺪم
وﻻړې دي ﺗﻠﻜﯥ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ ﻧﻮﻣﻲ وړﻣﺒۍ ﺷﻌﺮي ﻣﺠﻤﻮﻋﯥ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ دور ﻧﻪ ﺳﺎﺗﻨګﻰ ښﻜﺎري او
ﺣﺎﻻت دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ ژوﻧﺪ ﻛﻮﻟﻮ ﺟﻮګﻪ ﻧﻪ ګڼﻲ ..ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﺧﻮ ﻫﻐﻪ دَ ﻳﻮ زﺧﻢ ﭘﻪ ﺷﺎن دَ دړدوﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ دى ..او
ژوﻧﺪ دَ ﻣﺴﺌﻠﻮ ﻛﻮر ګڼﻲ -ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻘﻞ ﺷﻮي ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ دَ اّﻣﺮاﻧﻪ ﻧﻈﺎم او ژوﻧﺪ ﭘﻪ ﻟﻮر
داﺳﻲ اﺷﺎره ﻛﻮي ..ﭼﯥ دَ دې ﺳﺎﺗﻨګﻲ ژوﻧﺪ ﻧﻪ ﺑﻪ اﻧﺴﺎن ﭼﺮﺗﻪ ﺗښﺘﻲ ..ﻻري ﺧﻮ ﻧﺸﺘﻪ دَ ﻓﺮار ..وﻟﯥ ﭼﯥ ﻧﺎروا
رﺳﻤﻮﻧﻪ دﯦﻮال ﭘﻪ ﺷﺎن وﻻړ دي ..دَ ﺳړي ﻻره ﻧﻴﺴﻲ او ﺧﭙﻠﻲ ﻣﺮﺿﻲ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ ﭘﺮﯦږدي -ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دا ..ﺑﻠﻜﻪ
ﺧﻨډوﻧﻪ ﻟﻜﻪ ﻏﺮوﻧﻪ او ﻏﻤﻮﻧﻪ ﻟﻪ ﺳﯧﻨﺪوﻧﻪ ﻻري دَ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځﻪ ﺗړي او دَ ﺑﻨﺪه ﺧﻠﻪ ﺧﻨﺪا او ﺧﻮﺷﺤﺎﻟۍ ﺗﻪ
ﻧﻪ ﺟﻮړﯦږي -او دې ټﻮﻟﻮ ﻧﻪ ﻋﻼوه اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﻫﻢ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ ﺗﻠﻜﯥ ﺟﻮړي ﻛړي دي او ﭘﻪ دې ﻛﻮﺷﺶ ﻛﯥ ښﻜﺎري
ﭼﯥ ﺑﻞ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﻛﯥ ګﺮﻓﺘﺎر ﻛړي -ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ دور ..ﭼﯥ ژوﻧﺪ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺳﺎه ﭘﻪ اّﺳﺎﻧﻪ ﻧﻪ ﺷﻮ
اﻏﻴﺴﺘﻠﻰ ..ﺧﻮ دَ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ دَ ﺟﺮات دا ﻋﻼﻣﺘﻲ او ﻫﻨﺮي ﻣﻈﺎﻫﺮه ﺑﻪ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ دَ ﻣﺰاﻫﻤﺘﻲ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﻗﻄﺎر
ﻛﯥ دَ اورﯦﺪﻟﻮ ځﺎى ﺿﺮور ورﻛﻮي -او ﻫﻐﻪ ﭼﯥ دَ رښﺘﻴﺎ ﻟﻴﻜﻠﻮ او وﺋﻴﻠﻮ ﻛﻮﻣﯥ ﺧﺒﺮي ﭘﻪ دﻋﻮې ﺳﺮه ﻛﻮي ..
ﻫﻐﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" ﻛﯥ ﭘﻪ ﻟﻔﻈﻲ ﻋﻤﻞ ﭘﻪ ډﯦﺮه ﻧﺮه ښﻜﺎره ﻛړي ﻫﻢ دي -ﻳﻌﻨﻲ ﻫﻐﻪ دَ ځﻴﻨﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ﭘﻪ
- رﻧګﻪ دَ ﻣﺼﻠﺤﺖ ﻧﻪ ﻛﺎر ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ دى اﻏﻴﺴﺘﻰ او ﻫﺮ څﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻧﯧﻐﻪ ﺗﺮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﭘﻮري رﺳﻮﻟﻲ دي
" دﯦﻮال دﯦﻮال رﺳﻤﻮﻧﻪ" " ،ﻏﻮﻧډۍ ﻏﻮﻧډۍ ﺧﻨډوﻧﻪ" او " درﻳﺎب درﻳﺎب ﻏﻤﻮﻧﻪ" ﻫﻐﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ
اﺷﺎرې دي ﭼﯥ ﻧﻮي اﺻﻄﻼﺣﺎت ورﺗﻪ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ او دې ﻧﻪ ﻋﻼوه ﭘﻪ دﻏﻮ ﺗﻜﺮاري ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺒﻮ ﻛﯥ دَ ﻧﻮي
ﭘښﺘﻨﻲ ﻣﺤﺎورو ﺧﻮﻧﺪ او ﻣﺰه ﻫﻢ ﭘټﻪ ﻣﺤﺴﻮﺳﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ-
دا ﭘﻮرﺗﻨﻰ دَ ﻟﺴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ اّزاد ﻧﻈﻢ ..ﭼﯥ ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻳﯥ اووه ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻪ ﻟﺮي ..دراﺻﻞ دَ ﭘﻨځﻮ
څﻮرﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻳﻮ داﺳﯥ ﭘﺎﺑﻨﺪه ﻧﻈﻢ دى ﭼﯥ ﺻﻮﺗﻲ اﺛﺮات او ﺷﻌﺮي اّﻫﻨګ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ ﭘﺎﺑﻨﺪي
ﺷﺎﻋﺮۍ ﻟﻴﺪﻟﻰ او ﻣﺤﺴﻮﺳﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﺗﺎﺳﻮ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻟﻮﺳﺘﻠﻰ ﺷﺊ-
" دَ ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" دَ ځﻴﻨﻮ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻓﻨﻲ او ﻓﻜﺮي ﺟﺎﺋﺰه ﻣﯥ ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ وړاﻧﺪې ﻛړه ..دَ دې ټﻮﻟﻮ
ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﺷﻜﻞ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دَ ﻧﺜﺮي ،اّزادې ﺷﺎﻋﺮۍ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ دﻏﺴﯥ ښﻜﺎري ..ﺧﻮ دَ دې ﭘﻪ ﻓﻨﻲ او
ﺗﻜﻨﻴﻜﻲ اړﺧﻮﻧﻮ ﭼﯥ ﻧﻈﺮ اﭼﻮوْ ..ﻧﻮ دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ ﻣﻌﺮى دي ..ﭼﯥ َد ردﻫﻢ ،ﻣﻮﺳﻴﻘۍ،
رواﻧۍ ،اّﻫﻨګ او ﺻﻮﺗﻲ اﺛﺮ دَ ﻣﺨﻪ ﭘﻪ وړو او ﻏټﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ ﭘﻪ ﺧﻮاږه اﻧﺪاز او ښﺎﺋﺴﺖ ګﻨډﻟﻲ
ﺷﻮي وي ﭼﯥ دَ اّزاد ﻧﻈﻢ ﺷﻜﻞ ﻳﯥ اﻏﻴﺴﺘﻰ دى -ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دَ ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻮ او ﺑﺤﺮوﻧﻮ دَ ﻣﺨﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق
ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ ﻏﺰﻟﻴﻪ ﺧﻮﻧﺪ او رﻧګ ﻟﺮي ..ﺧﻮ ﻏﺰل ورﺗﻪ ځﻜﻪ ﻧﻪ ﺷﻮ وﺋﻴﻠﻰ ﭼﯥ ردﻳﻒ او ﻗﺎﻓﻴﯥ ﻧﻪ ﻟﺮي -ﭘﻪ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ
ﻛﯥ دَ ﺑﺤﺮوﻧﻮ ،ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻮ اواّﻫﻨګ ،ردﻫﻢ او ﻣﻮﺳﻴﻘۍ ﺧﻴﺎل ﺳﺎﺗﻞ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﭙﻞ رﻧګ او
اُﺳﻠﻮب ﻛﯥ ځﺎﻧګړى ﻛﻮي ..ﺧﻮ ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ،ﺗﻤﺜﻴﻠﻲ او اﻓﺴﺎﻧﻮي روﻣﺎﻧﻮي ﻣﺰاج ﻫﻢ ښﻜﺎره
ﻛﻮي -دَ ﻫﻐﻪ ﻫﺮ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ وړوﻛﻲ داﺳﺘﺎن ﺑﺎﻧﺪي ﻣﺸﺘﻤﻞ دى -ﻻﻛﻦ دﻏﻪ داﺳﺘﺎﻧﻮﻧﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﺸﺎﻫﺪې او ﻟﻴﺪﻟﻮ
زﻣﻴﻨﻲ ﺣﻘﺎﺋﻘﻮ ﻋﻜﺎﺳﻲ ﻛﻮي او دَ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ ﺗﻤﺜﻴﻠﻲ اﻧﺪاز ﭘﻪ ﺳﺎده ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ ..او ادﺑﻲ ﻟﻬﺠﯥ ﻛﯥ دَ ډﯦﺮ اوﭼﺖ
او ژور ﻓﻜﺮ ادراك ﻫﻢ ﻟﺮي -ﭘﻪ دې ﺧﻮ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻓﻜﺮ ﻛﯥ اﺑﻬﺎم ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ دَ څﻪ وﺧﺖ دﭘﺎره ﺗﯧﺮ و ﺑﯧﺮ ﻛړي -
ﺧﻮ ﭘﻪ ﺑﻞ ﻧﻈﺮ دﻏﻪ اﺑﻬﺎم دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﻗﺴﻢ ﻗﺴﻢ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ راﭘﻮرﺗﻪ ﻛړي -زﻣﺎ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل ﭼﯥ ﻳﻮ ډﯦﺮ
ښﻪ ﺷﺎﻋﺮ دﭘﺎره ﻫﻢ دﻏﺴﯥ اﻧﺪاز ﺧﭙﻠﻮل ﭘﻜﺎر دى -دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" ﻛﯥ ﭘﻪ
ﻛﺎل 19987او 88ع ﻛﯥ ﭼﺎپ ﺷﻮي دي ﻧﻪ ﻫﻢ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﻣﺨﻜﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮي دي -ﻳﻌﻨﯥ دَ اﻧﺪازې
ﻣﻄﺎﺑﻖ دا دَ ده دَ ﻛﭽﻪ ځﻮاﻧۍ دَ دور ﭼﯥ ﻗﺮﻳﺒﺎً ﭘﻨځﻮﻳښﺖ ﻳﺎ دﯦﺮش ﻛﺎﻟﻪ ﭘﺨﻮا ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮي دي -ﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﺎﻏﻪ
وﺧﺖ ﻛﯥ دﻏﻪ اﻧﺪاز ﺳﺎﺗﻞ ..دې څﻴﺰ دئ ﻣﻨﻔﺮد ﻛړى دى او دَ ﻳﻮ ﻧﻮي ﺟﺪﻳﺪ ﻧﻈﻢ ګﻮ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ دُﻧﻴﺎ
ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻰ دى -
ﭘﻪ اّﺧﺮه ﻛﯥ ﻛﻪ دا ﺧﺒﺮه اوﻧﻪ ﻛړم ﻧﻮدا ﺑﻪ ادﺑﻲ ﺧﻴﺎﻧﺖ وي ..ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق درﺳﺘﻪ ﺷﺎﻋﺮي دَ ﺧﭙﻠﻲ
ﺑﯥ ﺳﺎﺧﺘګۍ ،رواﻧۍ ،ﺳﺎدګۍ دَ ﻣﺨﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ رﻳښﺘﻮﻧﻮ ﺟﺬﺑﻮ ﭘﻮره ﭘﻮره ﻋﻜﺎﺳﻲ ﻛﻮي -او ﻛﻪ ﭼﺎ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق دَ ﺧﭙﻞ ذات او وﺟﻮد ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ دﻏﺴﯥ ﺟﺬﺑﻮ ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻰ وي ..ﻧﻮ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻧﻪ ﺑﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺧﺎﻣﺨﺎ ﭘﯧﮋﻧﻲ -ﻳﻌﻨﯥ ﻛﻪ دَ ﺳﻠﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﻓﻬﺮﺳﺖ ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺷﺎﻋﺮي ﺑﻐﯧﺮ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻧﻮم
ﻧﻪ ﺷﺎﻣﻠﻪ ﻛړى ﺷﻲ ..ﻧﻮ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮي رﻧګ ﺑﻪ ﺑﯧﺨﻲ دَ ټﻮﻟﻮ ﻧﻪ ﺑﺪل او ﻣﻨﻔﺮد وي ..او دا ﺷﺎﻋﺮي ﺑﻪ دَ وراﻳﻪ دَ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻧﻮم ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ ﻛﻮي -
ﺧﺎورې
ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ
ﻧﻮښﺎر ﭘښﺘﻮﻧﺨﻮا _ 18ﻓﺮوري 2002ع
« ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ «ـ
ﻳﻮه ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ..دَ ﺳﺒﺎ دﭘﺎره دَ ﻳﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ دﺳﺘﺎوﯦﺰ ﺣﯧﺜﻴﺖ ﻟﺮي -ځﻜﻪ ﻧﻮ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ ﺣﻮاﻟﻪ دَ
ﺧﺼﻮﺻﻲ اﻫﻤﻴﺖ وړ دي -ﭘښﺘﻮ ادب ﻛﯥ ﻫﻢ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ رواﻳﺖ ډﯦﺮ دَ ﭘﺨﻮا ﻧﻪ را روان دى -دَ ﺧﻮﺷﺤﺎل ﺑﺎﺑﺎ
ﻧﻪ را ﭘﻪ دې ﺧﻮا ﭼﯥ ﭼﺎ ﻫﻢ دﻏﻪ ﺻﻨﻒ ﺗﻪ ﺗﻮﺟﻪ ﻛړي ده ..ﻧﻮ دا ﺧﻮ ﺻﺤﻴﺢ ده ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﻔﺮوﻧﻮ رودادوﻧﻪ او
رﭘﻮرټﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﻟﻴﻜﻠﻲ دي ..ﺧﻮ دَ ﻳﻮ ﺻﻨﻒ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ دې ﻣﺪ ﻛﯥ ﻫﺎﻏﻪ ﻛﺎر ﭘﻪ ﺻﺤﻴﺢ ﻣﻌﻨﻮ ﻛﯥ ډﯦﺮ ﻛﻢ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ
ﺷﻮى ښﻜﺎري ..ﭼﯥ دَ ﭘښﺘﻮ دَ ﻧﺜﺮي ادب څﻪ ﺳڼﻪ ﺳﺘﺮګﻪ ﭘﺮې اوﺷﻲ -ﺑﻴﺎ دَ ګﻮﺗﻮ دَ ﺷﻤﯧﺮ څﻮ ﭘښﺘﻮ ﻟﻴﻜﻮاﻟﻮ
ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻞ وس او اﺳﺘﻌﺪاد ﻣﻄﺎﺑﻖ دې ﻣﻴﺪان ﻛﯥ څﻮﻣﺮه ﻛﺎر اوﻛړو ..ﻧﻮ ﻫﻢ دﻏﻪ ﻳﻮ څﻮ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ دي ﭼﯥ
ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ دَ ﺣﻮاﻟﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ ﻣﻮﻗﻊ ﻳﺎدوو -دَ ﻣﻴﺎن اﻛﺒﺮ ﺷﺎه " دَ اّزادۍ ﺗﻼش" ..ﻳﻮه داﺳﯥ ﻧﻪ
ﻫﯧﺮﯦﻮﻧﻜﻲ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ده ﭼﯥ ..دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ﻧﻮم او ﻣﻘﺎم ګټﻠﻰ دى -دﻏﻪ رﻧګ دَ ﺧﺪاﺋﻰ
ﺑﺨښﻠﻲ ﺳﻴﺪه ﻗﺎﻧﺘﻪ ﺑﯧګﻢ " زﻣﺎ ﺳﻔﺮ" ،دَ ﺣﻤﺰه ﺑﺎﺑﺎ " دَ ﺣﺠﺎز ﭘﻪ ﻟﻮر" داﺳﯥ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ دي ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ
ﺧﺼﻮﺻﻲ ذﻛﺮ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ -وﻟﯥ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻧﺜﺮي ادب ﻛﯥ ښﺎﻏﻠﻰ ﻃﺎﻫﺮ اّﻓﺮﻳﺪي دى ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﺣﺎل
ﻳﯥ دَ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ دَ ﭘښﺘﻮ ادب ﺟﻮﻟۍ ﺗﻪ ﭘﯧﺮزوْ ﻛړى دى -ﻃﺎﻫﺮ اّﻓﺮﻳﺪي ﻫﻢ دَ ﺧﭙﻞ ﺳﺎده
ﺑﺎده اﻧﺪاز ﺗﺤﺮﻳﺮ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ دﻏﻪ ﺻﻨﻒ ﺗﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﻫﻨﺮ ،ﺳﻔﺮي ﻣﺸﺎﻫﺪو ..او دَ ﻣﻠﻜﻮﻧﻮ دَ اوﻟﺲ او ژوﻧﺪ ژواك ،
ﺗﺎرﻳﺦ ،ﻛﻠﺘﻮر ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ دَ ﻛﻮټﻠﻮ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺗﻮ وړاﻧﺪې ﻛﻮﻟﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ دَ ﻗﺎري دﻟﭽﺴﭙﻲ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ ﺳﺎﺗﻠﻲ ده -
او دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﻧﻪ ﻳﯥ ﺷﺎﺑﺎﺷﻰ ﻫﻢ اﻏﻴﺴﺘﻰ دى -ﺧﻮ ﭘﻪ دې دور ﻛﯥ ﻳﻮه ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ داﺳﯥ ﻫﻢ راﻏﻠﻪ ﭼﯥ دَ دﻏﻪ
ټﻮﻟﻮ ﭼﺎﭘﻮ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻧﻪ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ځﺎن ﭘﻪ دې ﻗﻄﺎر ﻛﯥ ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ﻧﻤﺒﺮ اودروﻟﻮ ..او ﻫﻐﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ وه ..دَ ښﺎﻏﻠﻲ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق " اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل" -ﭘﻪ ﻳﻮه ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻛﯥ دَ اوو ﻣﻠﻜﻮﻧﻮ دَ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﺣﺎل اﺣﻮال ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ
ځﻞ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺟﺪاګﺎﻧﻪ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راوړل ..ﭼﯥ دَ ﻋﻮاﻣﻲ ﻃﺒﻘﯥ او ﻃﺒﻌﻴﺖ ﻧﻪ ﻳﻮ ﺧﻮاﺗﻪ ..دَ ﻳﻮې ﺗﻌﻠﻴﻢ
ﻳﺎﻓﺘﻪ ،روﺷﻦ ﻓﻜﺮه ،ﺗﺮﻗﻲ ﭘﺴﻨﺪه او ځﻮاﻧﻲ ﻃﺒﻘﯥ ورﺗﻪ ډﯦﺮ ﭘﻪ روڼ ﺗﻨﺪي ﻫﺮﻛﻠﻰ اووى -
ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ داﺳﯥ ﺣﻘﺎﺋﻖ او داﺳﯥ ﺟﺪﻳﺪ اُﺳﻠﻮب راﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﺷﻮ ﭼﯥ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻫﺎﻏﻪ
زوړ او ﻣﺨﻠﻰ اُﺳﻠﻮب ﻳﯥ ﭘﻪ ورﺳﺘﻮ ﭘﺮﯦښﻮدو ..او داﺳﯥ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮ ﻣﻨﻔﺮد ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎر ﭘﻪ
ﺣﯧﺜﻴﺖ ﻫﻢ ﺧﭙﻠﻪ ﻳﻮه ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ اوﻛړه -ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﺑﻨﻴﺎدي ﻃﻮر ﻳﻮ ﺷﺎﻋﺮ دى ..او ﺷﺎﻋﺮ ﭼﯥ دﻏﻪ رﻧګ
ﺟﻬﺎن ګﺮد ﺷﻲ ،ﻧﻮ دَ ﻫﻐﻪ دَ ګﺮځﯧﺪو ..ورﻛﯧﺪو ..راښﻜﺎره ﻛﯧﺪو اداګﺎﻧﯥ ﺑﻪ ﻫﻢ ډﯦﺮي ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ وي -دﻏﻪ وﺟﻪ
ده ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻮال ﺧﭙﻞ ځﺎن دَ دُﻧﻴﺎ ﭘﻪ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﻛﻠﻪ دَ ﻳﻮ ﻣﻠﻨګ ﺷﺎﻋﺮ ،ﻛﻠﻪ دَ ﻳﻮ ﺑﺎﭼﺎ
ښﺎﭘﯧﺮي ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ دَ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺸﺎﻫﺪو ﻛﭽﻜﻮل او ﺧﺰاﻧﯥ ﻫﯧﻮاد ﭘﻪ ﻫﯧﻮاد ګﺮځﻮي ..او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ دَ اوو ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل
ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻴﺮزوْ ﻛﻮي -
ﭘﻪ ﻳﻮه ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻛﯥ دَ اوو ﻣﻠﻜﻮﻧﻮ دَ اوﻟﺴﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ..او ﻣﺸﺎﻫﺪې راﻏﻮﻧډول ﻳﻮه دَ ﺣﯧﺮاﻧﺘﻴﺎ
ﺧﺒﺮه ده -ﺧﻮ ډﯦﺮه دَ ﺣﯧﺮاﻧﺘﻴﺎ ورﺗﻪ ﭘﻪ دې اړه ﻧﻪ ﺷﻮ وﺋﻴﻠﻰ ﭼﯥ ﻧﻦ ﺳﺒﺎ ﺧﻮ ﭘﻪ ﻳﻮ وړوﻛﯥ ﻣﻠﻚ دَ څﻮ څﻮ
رﭘﻮرﺗﺎژوﻧﻮ ﻟﻴﻜﻠﻮ رواج ﻫﻢ ﻋﺎم ﺷﻮى دى ..ﺳﺮه دَ دې ﭼﯥ دَ ﻫﺎﻏﻪ ﻣﻠﻚ ﻳﺎ وﻃﻦ ﻧﻪ څﻪ دوﻣﺮه ښﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻣﻮﻧږ
ﺗﻪ ښﻜﺎري ،ﻧﻮ ﺗﺶ دَ ډوډۍ ﺧﻮړل ﻳﺎ دَ ﭼﺎﺋﻴﻮ څښﻜﻞ ﻫﻢ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ دﭘﺎره ﺿﺮوري ګڼﻲ !! ..ﻳﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺟﺒﺮ
دا ﻫﻢ دى ﭼﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻟﻴﻜﻮال ﭘﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ وړوﻛﯥ ﻣﻠﻚ ﻛﯥ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ورﺗﻪ دَ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻳﻮ وړﻛﻮټﻰ ﻛﻠﻰ
وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ ،دﻟﺘﻪ راﺑﻠﻠﻰ ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺷﻲ ﭼﯥ دَ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن دَ ورځﻲ ﭘﻪ ﻣﻨﺎﺳﺒﺖ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻣﺸﺎﻋﺮه ﻳﺎ ﻛﻠﺘﻮري
ﺗﻘﺮﻳﺒﺎت اوﺷﻲ ..او ورﺳﺘﻮ دَ دﻏﻪ ﻣﺸﺎﻋﺮو او ﺗﻘﺮﻳﺒﺎﺗﻮ دَ ﺳﺘﺮګﻮ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺣﺎل او دَ ﻏﻮږوﻧﻮ اورﯦﺪﻟﻰ ﺣﺎل ﭘﻪ
ﻛﯥ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﻛﺘﺎﺑﻲ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ﺧﻮﻧﺪي ﻛړﻟﻰ ﺷﻲ -او ﺑﻴﺎ دﻏﻪ داﺳﺘﺎﻧﻲ رﭘﻮرټﻮﻧﻪ ﻫﺮ څﻮ ﻛﻪ څﻮك دَ ﺧﭙﻠﯥ ﺑﯥ
ﺳﻮادۍ ﭘﻪ وﺟﻪ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﭘﻪ ﻧﻮم ﻳﺎدوي ،ﺧﻮ دراﺻﻞ دا دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﭘﻪ ﺷﻤﯧﺮه ﻛﯥ ﻧﻪ راځﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ
ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻛﯥ دَ ﻣﺸﺎﻫﺪو ،ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺗﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه دَ ﺧﭙﻠﻮ اﻧﺪروﻧﻲ اﺣﺴﺎﺳﺎﺗﻮ ،ﺟﺬﺑﺎﺗﻮ او دَ زﻣﻴﻨﻲ ﺣﻘﺎﺋﻘﻮ ﭘﻪ
ﺷﻜﻞ ﻛﯥ څﯧړﻧﯥ ﻫﻢ ﺷﺎﻣﻠﯥ وي -ﻛﻮﻣﯥ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ راځﻲ -ځﻜﻪ ﺧﻮ
ﻳﻮ ﻟﻴﻜﻮال او ﻛﺎﻟﻢ ﻧګﺎر ښﺎﻏﻠﻲ ﻣﺼﻮر ﻓﺮﯦﺸﻲ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﺼﺮو ټﻜﻮ ﻛﯥ ډﯦﺮه
ښﻪ ﺧﺒﺮه ﻛړي ده ﭼﯥ ګﻨﯥ " ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎران دي ..دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﻪ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﭼﻞ اﻳﺰده ﻛړي
" او زه ﻫﻢ دَ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺳﺘﺮ ﻟﻴﻜﻮال او ﺷﺎﻋﺮ ﺳﻌﻴﺪ ګﻮﻫﺮ دﻏﻪ ﭘﻪ رﻳﻜﺎرډ ﺑﺎﻧﺪې رﻗﻢ ﻛړي ﺧﺒﺮه ﻣﻨﻢ ﭼﯥ ګﻨﯥ"
اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل ..دَ ﭘښﺘﻮ وړﻣﺒۍ ﻣﻜﻤﻠﻪ او داﺳﯥ ﺑﻬﺘﺮﻳﻨﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ده ﭼﯥ دَ اُردو دَ ﺷﺎﻫﻜﺎرو ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﺳﺮه
څﻨګ وﻫﻲ" -او ﺑﻠﻜﻪ زه داﺳﯥ ﻫﻢ واﻳﻢ ﭼﯥ دَ ﻣﺴﺘﻨﺼﺮﺣﺴﯧﻦ ﺗﺎرړ اُردو ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻣﻌﻴﺎر ﻫﻢ دَ
ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻧﻪ اوﭼﺘﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻪ دي ﭼﯥ دَ ﻣﺴﺘﻨﺼﺮ ﺣﺴﯧﻦ ﺗﺎرړ ﭘﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ
ﻣﺼﻨﻮﻋﻴﺖ دَ اﺑﻼغ ﻣﺴﺌﻠﻪ او ﻟﻔﺎﻇﻲ دَ ﻧﻪ ﻣﻨﻠﻮ ﺗﺮ ﺣﺪه ﺷﻮي ده -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ اُردو
ﻧﻘﺎدان واﺋﻲ ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﭘﻪ اﺋﻴﺮﭘﻮرټ ﻳﺎ دَ ﻫﻮټﻠﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻛﻤﺮو او ﻻﺑﻴﺎﻧﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﯥ دي -او ﭘﻪ دې
ﺧﺒﺮي ﻛﯥ ﻣﻨﻄﻘﻲ ﺟﻮاز دا ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راوړل ﻛﯧږي ..ﭼﯥ ﻣﺴﺘﻨﺼﺮ ﺣﺴﯧﻦ ﺗﺎرړ ﻫﺮ ﻣﻠﻚ ﺗﻪ دَ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻧﻲ
راﻫﻨﻤﺎګﺎﻧﻮ ﺳﺮه دَ ﻳﻮ ﺳﺮﻛﺎري رﭘﻮټﺮ ،ﻳﻮ ﻛﺎﻟﻢ ﻧګﺎر ﻳﺎ دَ ﻣﻠﻚ ﭘﻪ ﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮ ﺳﺮﻛﺎري وﻓﻮدو ﻛﯥ ﺷﺎﻣﻞ دَ ﻳﻮ
ﻏړي ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ دَ ﻳﻮ څﻮ ورځﻮ دﭘﺎره ﺗﻠﻠﻰ دى -ﻧﻮ ﻻزﻣﻲ ﺧﺒﺮه ده ..ﭼﯥ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ ﺑﻪ ﻫﻐﻪ ډﯦﺮ ﻣﺤﺪود
ﺳﯧﻠﻮﻧﻪ ﻛړي وي -ﺧﻮ ﺑﻠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ ﺑﯥ ﺳﺎﺧﺘګﻲ دَ وراﻳﻪ داﺳﯥ څﺮګﻨﺪوي ﭼﯥ
ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ورك ﺷﻮى دى -دﺋﻰ ﭼﯥ ﻛﻮم ځﺎى ﺗﻪ ﻫﻢ رﺳﯧﺪﻟﻰ دى ..ﻧﻮ ﻫﺎﻏﻪ ځﺎى ﻛﯥ ﻳﯥ دَ
ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻮﺟﻮدګۍ ﺛﺒﻮت ﭘﻮره ﭘﻮره ورﻛړى دى -او ﺑﻠﻪ ﺧﺒﺮه دا ﻫﻢ ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ګﻮاﻫﻲ دَ ﻫﻐﻪ
درﺳﺘﻪ ﺷﺎﻋﺮي ﻫﻢ ﻛﻮي -او دا ﺧﺒﺮه ﺣﻘﻴﻘﺖ ده ﭼﯥ ﺷﻌﺮ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ دَ ﺧﺎرج ﻧﻪ دَ ﻣﺘﺎﺛﺮه ﻛﯧﺪو ﻧﻪ ﺑﻐﯧﺮ ﻧﺸﻲ
ﻟﻴﻜﻠﻰ -ﺧﻮ اﻟﻤﻴﻪ دا ده ﭼﯥ ﻣﺴﺘﻨﺼﺮ ﺣﺴﯧﻦ ﺗﺎرړ ځﻜﻪ ﻟﻮى ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎر ﺷﻮ ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﺣﻜﻮﻣﺘﻲ ژﺑﯥ
ﻟﻴﻜﻮال دى او ﺷﻮق دَ ﺧﻮارې ﭘښﺘﻮ -اوس ﻏﻮاړم ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ وړﻣﺒۍ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ " اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل" ..
دَ ﻫﺮ ګﺎم ﺗﻨﻘﻴﺪي ﺟﺎج واﺧﻠﻢ -
دَ ﺷﻮق وړﻣﺒﻰ ګﺎم
دا وړﻣﺒﻰ ګﺎم ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ځﻮاﻧﻪ ځﻮاﻧۍ ﻛﯥ ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ دَ ﺟﻨﻮري ﻛﺎل 1992ﻛﯥ دَ ﻣﻼ
ﺋﺸﻴﺎ ﭘﻪ ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ورﺗﻪ " دَ ﺳﻬﯧﻠﻲ ﻟﻤﺮ ﺧﺘﻴځﻲ اﯦﺸﻴﺎ زړه " ﻫﻢ واﺋﻲ ﻛﯥ ﻛﯧښﻮدو -دَ ﻳﻮ ﺳﺮﻛﺎري
دورې ﭘﻪ ﻟړ ﻛﯥ دا وړﻣﺒﻰ ﺳﻔﺮ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻳﻮ اّﻏﺎز اوګﺮځﯧﺪو ..او دَ ده ﺳﺘﻮرى ﻫﻢ ﭘﻪ ګﺮدش
ﻛﯥ راﻏﻠﻮ -دَ دې وړﻣﺒﻲ ﻗﺪم ﻧﻪ واﺧﻠﯥ ..دَ ﻧﻦ ﺗﺮ ورﺳﺘﻴﻮ ﻗﺪﻣﻮﻧﻮ ﭘﻮرې اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﺳﺮ ﻳﺎدﯦږي -
ﻛﻪ دا اوواﻳﻢ ﭼﯥ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎر ﭘﻪ ﺣﯧﺚ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ وړﻣﺒۍ ﺣﻮاﻟﻪ دَ دې ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻳﻌﻨﯥ " اووه ګﺎﻣﻪ
ﻣﺰل" دا وړﻣﺒﻰ ﺑﺎب ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ورﺗﻪ دَ دې ﻣﻀﻤﻮن ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ وړﻣﺒﻰ ګﺎم واﺋﻴﻮ ..ﻧﻮ ﺑﯥ ځﺎﻳﻪ ﺑﻪ ﻧﻪ وي -ﭘﻪ دې
ګﺎم ﻛﯥ دَ ﺳﺮﻛﺎري ﻣﺼﺮوﻓﻴﺎﺗﻮ ﻋﻼوه دَ ﻛﻮاﻻ ﻟﻤﭙﻮر دَ ورځﻲ او ﺷﭙﯥ ژوﻧﺪ ﭘﻪ ﺑﺎب َد اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ډراﻣﺎﺋﻲ ..
ﺣﯧﺮاﻧﻮﻧﻜﻲ او ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﺧﺒﺮې ﻛﻪ ﻗﺎري ﭘﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﻣﺠﺒﻮره ﻛﻮي ..ﻧﻮ ﺑﻠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دَ " ﻣﻬﯧﺶ
وري" ﻧﻮﻣﯥ اﻧډﻳﻦ ﭘﯧﻐﻠﯥ ﺳﺮه ﺟﺬﺑﺎﺗﻲ او ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﺗړون ډﯦﺮ ﭘﻪ اﻓﺴﺎﻧﻮي او روﻣﺎﻧﻮي ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ داﺳﯥ ﭘﻪ
ﺧﻮﻧﺪ او ﻃﺮﻳﻘﻪ ﺷﻮى دى ﭼﯥ دَ ﻗﺎري ګﻤﺎن ﭘﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎر ﺑﺎﻧﺪې ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دَ ﻳﻮ ﻋﻴﺎش ﺷﺨﺺ ﻛﯧږي ..ﺧﻮ..
ﭘﻪ دې درﺳﺖ ﺑﺎب ﻛﯥ داﺳﯥ ﻳﻮه ﺧﺒﺮه ﻫﻢ ﻧﻴﺸﺘﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دې ﭘﻪ ﻏﯧﺮاﺧﻼﻗﻲ ﻳﺎ ﻏﯧﺮاﻧﺴﺎﻧﻲ ﻟﺐ و ﻟﻬﺠﻪ ﻛﯥ
ﺑﻴﺎن ﺷﻮې وي -ﻳﺎ دې ﺗﺮﯦﻨﻪ ﺣﯧﻮاﻧﻴﺖ څﺮګﻨﺪﯦږي -ﺧﻮ دَ دې ﺑﺎوﺟﻮد ﻫﻢ ﭘښﺘﻨﻮ ﻗﺪاﻣﺖ ﭘﺴﻨﺪو او ﻧﺎ ﻟﻮﺳﺘﻮ
ځﻴﻨﻮ ﻧﻘﺎداﻧﻮ دَ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﭘﻪ ځﺎى دَ ﺑﻞ ﻧﻪ دَ اورﯦﺪﻟﻮ ﺧﺒﺮو ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ ﻟﻜﻪ دَ ډﻧډورې ،ﺑﻼ ﻓﺘﻮې ﻫﻢ ﻟګﻮﻟﻲ دي -
دﻟﺘﻪ زه دَ ﻳﻮې ښځﯥ ﻧﻘﺎدې ﭘﻪ ﺣﯧﺚ دې ﺧﺒﺮې ﺗﻪ ﺣﯧﺮاﻧﻪ ﺷﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دي څﻪ ؟ ..او ﺧﻠﻘﻮ ﺗﺮﯦﻨﻪ ﺟﻮړ
ﻛړي څﻪ دي ؟ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻟﻴﻜﻨﻪ ﭘﻪ ډﯦﺮه ﺟﺪﻳﺪه او اّﻓﺎﻗﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ دَ ﭘښﺘﻨﻮ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﻏﻠﯥ وه ..ﭼﯥ ﻫﻐﯥ ﻟﻴﻜﻨﯥ ﻫﻀﻢ ﻛﯧﺪو ﻛﯥ ډﯦﺮ وﺧﺖ اﻏﻴﺴﺘﻠﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه دَ ځﻴﻨﻮ رواﻳﺖ
ﭘﺴﻨﺪو ﻫﺎﺿﻤﯥ ﺧﺮاﺑﻲ ﻫﻢ ﻛړې -او ﻳﺎ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ دَ دې ﺑﺎب ﭘﻪ ورﺳﺘۍ ﭘﯧﺮه ﻛﯥ ﭘﻪ ډراﻣﺎﺋﻲ اﻧﺪاز " ﺷټ دي
- ډور ﭘﻠﻴﺰ" دَ ځﻴﻨﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﻣﻐﺎﻟﻄﯥ ﭘﻴﺪا ﻛړي دي
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ اﻧډﻳﻦ اﺳﺘﻘﺒﺎﻟﻲ ﭘﯧﻐﻠﯥ ﺳﺮه دَ ﺗﻌﻠﻖ ﺟﻮړوﻟﻮ ﻣﻌﺼﻮﻣﺎﻧﻪ ﻃﻠﺐ ﭼﯥ
ﻫﻐﻪ څﻮﻣﺮه ﻛړاوْﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛﻮي ..ﻧﻮ ﻫﻢ دﻏﺴﯥ دَ دې ﻫﻮټﻞ ﻳﻮه اّﭘﺮﯦټﺮه ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﻮاږه اّواز ﻛﯥ ﻫﻐﻪ
ځﺎﻧﺘﻪ دَ ﻣﺘﻮﺟﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻛﻮﺷﺶ ﻛﻮي -ﺧﻮ ورﺳﺮه ﻟﻴﺪل ﻛﺘﻞ ﻧﻪ ﻛﻮي -او دَ وﺧﺖ ﺳﺮه ﺳﺮه ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ
ﻫﻮټﻞ ﺧﻮږ اّوازې اّّﭘﺮﯦټﺮې او دَ دې ﻫﻮټﻞ دَ اﺳﺘﻘﺒﺎﻟﻲ ﭘﯧﻐﻠﻲ ﻣﻬﯧﺶ وري ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ څﻮﻣﺮه ﭘﻪ اﻓﺴﺎﻧﻮي
اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻗﻴﺼﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ وړي ..ﻫﻐﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﯥ ﭘﻪ ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ځﻜﻪ ﻣﺠﺒﻮره ﻛﻮي ..ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺣﻘﻴﻘﻲ
ﭘﯧښﯥ ﻛﯥ روﻣﺎﻧﻴﺖ اﻧﺘﻬﺎﺋﻲ ﭘﻪ ﺧﻮږې ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ﺗﺮ ﺳﺮه ﺷﻮى دى -او دا ﻫﻐﻪ وړﻛﻮټﯥ اﻓﺴﺎﻧﻪ ده ﭼﯥ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﯥ ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻲ دُﻧﻴﺎ ﻛﯥ دَ ﻳﻮ ډﯦﺮ ﻟﻮﺋﻰ او ﺣﻘﻴﻘﺖ ﭘﺴﻨﺪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎر ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ ﻣﺸﻬﻮره ﻛړو -
وﻟﯥ ﭼﯥ دَ دې اﻓﺴﺎﻧﯥ اﺻﻞ ﺧﻮﻧﺪ ﻫﺎﻏﻪ ډراﻣﺎﺋﻲ ﻧﺘﻴﺠﻪ ده ﭼﯥ دا ﭘﻮرﺗﻨۍ دواړه ﭘﯧﻐﻠﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻇﺎﻫﺮه دوې
ﺑﯧﻠﻲ ﺑﯧﻠﻲ ﭘﯧﻐﻠﯥ ښﻜﺎري ..ﺧﻮ دوې ﻧﻪ دي ..ﺑﻠﻜﻪ ﻳﻮه ﭘﯧﻐﻠﻪ ده ..ﭼﯥ ﻛﻠﻪ دَ اّواز ﭘﻪ ذرﻳﻌﻪ ﻫﻐﻪ ځﺎﻧﺘﻪ ﻣﺘﻮﺟﻪ
ﻛﻮي او ﻛﻠﻪ دَ څﻬﺮې ﭘﻪ ﺗﻘﺶ و ﻧګﺎر -او دا اﻧﻜﺸﺎف ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻛﯧږي ..ﭼﯥ ﭘﻪ ورﺳﺘۍ ورځ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻟﻪ
دې ﻫﻮټﻞ ﻧﻪ ﻛﻮچ ﻛﻮي -
ﭘﻪ دې وړﻣﺒﻲ ګﺎم ﻛﯥ دَ ﻣﻼ ﺋﺸﻴﺎ دَ داراﻟﺤﻜﻮﻣﺖ ﻧﻪ ﻋﻼوه ﺗﺮﻳﻨګﺎﻧﻮ ﺳټﯧټ ،ﻛﺎوْﻧټﻦ ﺳټﯧټ ،
ﭘﻴﻬﺎﻧګ ،ﺑﯧﻨټﺎﻧګ او ﻛﺮك رﻳﺎﺳﺘﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﻋﻼوه ﭼﯥ دَ رﯦډ ﺳﻲ دَ ﺳﻤﻨﺪر ﺻﻔﺎ او ښﺎﺋﺴﺘﻪ ﺳﺎﺣﻠﻮﻧﻮ ،دَ
اّﺳﻴﺎن ﭘﺎرك وړﻣﺒﻲ ﺳﯧﻞ ،دَ ﻫﻨﺪو ټﯧﻤﭙﻞ ﻧﻪ ﻣﺘﺎﺛﺮه ﻛﯧﺪو ﺳﺮه ﺳﺮه دَ ﻫﻐﻪ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺣﯧﺜﻴﺖ ﭘﻪ ﺑﺎب دﻻ ﺋﻞ ...
او دَ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا دَ ﺧﭙﻠﻮ زړو اّﺛﺎرو دَ ﻧﻪ ﺳﺎﺗﻠﻮ روﺋﻴﻮ او ﺧﺎﺻﻜﺮ دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ دَ ﺧﭙﻠﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ
اّﺛﺎرو ﻛﯥ دَ دﻟﭽﺴﭙۍ ﻧﻪ اﺧﻴﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪ اړه دَ ﻣﺎﻳﻮﺳۍ ﻳﻮ ﺗﺮﻳﺦ اﺣﺴﺎس ﻫﻐﻪ څﻴﺰوﻧﻪ او ﺧﺒﺮي دي ..ﭼﯥ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻫﻨﺮ او ﻛﻤﺎل داﺳﯥ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ او ﭘﻪ ﻣﺰه ﻣﺰه ﻗﻠﻤﺒﻨﺪ ﻛړي دي ..ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ اُﺳﻠﻮب ډﯦﺮ ﺧﻮښ
ﻛړﻟﻰ ﺷﻮ -وﻟﯥ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺗﺤﺮﻳﺮ ﻛﯥ داﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮس ﻛړﻟﻰ ﺷﻮ ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﻳﻮاځﯥ ﭘﻪ ﺳﻔﺮ ﻧﻪ وو ﺗﻠﻠﻰ ..
ﺑﻠﻜﻪ ﭘښﺘﻮن ﻗﺎم ﻳﯥ ﻫﻢ ځﺎن ﺳﺮه ﭘﻪ دې ﻏﺮض اوړى وو ﭼﯥ دوئ ﻟږ ﭘﻮﻫـ ﺷﻲ ..او ﭘﻪ دې اورﺳﻲ ﭼﯥ دُﻧﻴﺎ
ﭼﺮﺗﻪ رواﻧﻪ ده ،او دوئ ﭼﺮﺗﻪ روان دي ؟؟
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دا ورﺳﺘۍ ﭘﯧﺮه ) ﭼﯥ ﭘﻪ ﺻﻔﺤﻪ ﻧﻤﺒﺮ 30ﺑﺎﻧﺪې ﻣﻮﺟﻮده ده ( ﭘﻪ دې وړاﻧﺪې ﻛﻮم ﭼﯥ
زﻣﺎ دَ ﭘﻮرﺗﻨﺌﻴﻮ ﺧﺒﺮو ﺗﺼﺪﻳﻖ اوﺷﻲ-
" ﭼﯥ څﻨګﻪ ﻣﯥ دروازه ﺧﻼﺳﻪ ﻛړه ،ﻧﻮ څﻪ ګﻮرم ﭼﯥ دَ اّﭘﺮﯦټﺮي ﭘﻪ ځﺎى دَ ﻫﻮټﻞ دَ ﻻﺑﻲ اﻧډﻳﻦ ﺟﻴﻨۍ
ﻣﺨﺎﻣﺦ راﺗﻪ وﻻړه ده ..ﻧﻪ ﻫﯧﻠﻮ ،ﻧﻪ ﻫﺎﺋﻰ ..ﻳﻮ دم ﻣﯥ دَ ﺧﻠﯥ ﻧﻪ ورﺗﻪ اووﺗﻮ ...
-ﺗﻪ ....؟؟
دې دَ ځﻮاب ﭘﻪ ځﺎى ﭘﻪ ﻛﺎرﻳډور ﻛﯥ ﻳﻮې ﺑﻠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ اوﻛﺘﻮ او ﭘﻪ څﺮﭘﻲ ﺧﻮﻧﯥ ﺗﻪ رادﻧﻨﻪ ﺷﻮه ..ﺑﻴﺎ
ﺳﺎه ﻛﯧﺪﻟﻲ دَ ﻛﺮﺳۍ ﭘﻪ ﺧﻮا وره ﻏﻠﻪ -ﺑﺲ ﭼﯥ ﻛﯧﻨﺴﺘﻪ ،ﻧﻮ ﻳﯥ ﻓﻘﻂ دوﻣﺮه اووﺋﻴﻞ..
Shut the door please -
او ﭘﻪ ﻣﺎ ﺧﻮﻟﻪ ځﻜﻪ را اﻳﻠﻪ ﺷﻮه ﭼﯥ دا ﻫﻐﻪ ﻏږ وو ﭼﯥ ﻫﺮه ﺷﭙﻪ ﻣﺎ ﭘﻪ ټﯧﻠﻴﻔﻮن ﺑﺎﻧﺪې اورﯦﺪو"
ﭘﻪ دې وړﻣﺒﻲ ﺑﺎب ﻛﯥ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎر دَ ﻣﻼ ﺋﺸﻴﺎ دَ ﻣﻠﻚ ﭘﻪ اړه دا ﻻﻧﺪﯦﻨۍ ﺧﺒﺮي ﻛﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ
ﻛښﯧږدو ،ﻧﻮ دَ دې ﻣﻠﻚ دَ ﺧﻠﻘﻮ اﺟﺘﻤﺎﻋﻲ روﺋﻴﻮ ﻧﻪ ﺑﻪ ﺧﺒﺮ ﺷﻮ -ﻫﻐﻪ روﺋﻴﯥ څﻪ دي ..راﺷﺊ ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق ﭘﻪ دې رﻗﻢ ﺷﻮوْ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﻳﯥ ﻣﻄﺎﻟﻌﻪ ﻛړو -
" دَ ﺧﺒﺮو ﺗﺮ ﺣﺪه اﺳﻼم ﺧﻮ ﭘﻪ ﻫﺮ اﺳﻼﻣﻲ ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ ﺷﺘﻪ ،ګﻮا ﭘﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎن او ﻳﺎ دَ ﺷﭙﯥ او ورځﯥ
دَ ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ ﻟﻤﻮﻧځﻮﻧﻮ دﭘﺎره ﺟﻮګﻪ ﭘﻪ ﻣﻮﺳﻠﻮ وﻻړ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎن ....ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﻤﻠﻲ ژوﻧﺪ ﻛﯥ دَ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ
ﭘﻪ اړه ﺗﻮل ﻣﺎﻧﺪه ﻟﺮي -ﻧﻮ او ﺑﻪ واﻳﻢ ﭼﯥ ﻛﻪ دَ ﺳﻮﭼﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻲ ﻛﺮدار او ﺑﯥ ﺳﺎري اﺧﻼق ﺧﺒﺮه ﻣﻨځ
ﺗﻪ راځﻲ ،ﻧﻮ دَ ﻣﻼ ﺋﺸﻴﺎ دَ ﺳﭙﯧڅﻠﻮ ﺧﻠﻘﻮ ﻣﺜﺎل ﻧﻪ ورﻛﻮل دَ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻧﻪ ﺳﺘﺮګﯥ اړول دي -ﻣګﺮ دا
ﺑﯧﻠﻪ ﺧﺒﺮه ده ﭼﯥ دَ دې ځﺎى دَ ﺧﻠﻘﻮ زړې رواﺟﻲ ﺟﺎﻣﯥ څﻮﻛﻪ څﻮﻛﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﺸﺮﻗﻲ ﻃﺮز ﺑﺎﺋﻴﻠﻲ او
ﻣﻐﺮﺑﻲ اﻧﺪاز ﺧﭙﻠﻮي ..ﻟګﻴﺎ دى"
) ﺷﻮق -اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل " ﻣﺦ (9 -
دَ ﺷﻮق دوم ګﺎم
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ګﺎم دَ ﻣﻼﺋﺸﻴﺎ ﻧﻪ دَ ﺳﻨګﺎﭘﻮر ﭘﻪ ﻟﻮر ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ورﺗﻪ " دَ ﻣﻮﻧﻜﻲ ګﺎډ ﺟﻨﺖ " ﻫﻢ واﺋﻲ
اوﭼﺖ ﺷﻮى دى -ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮ ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺳﺮه ﻣﻠګﺮى ډاﻛټﺮ ﻛﻨﻮل ﭼﯥ ﭘﻪ ډﯦﺮو ﺣﻮاﻟﻮ ﻳﯥ ﭘﻪ دې ﺑﺎب
ﻛﯥ ﻳﻮ ﺧﻮش اﺧﻼﻗﻪ او ﺳﭙﻴﻦ زړى ځﻮان ښﻮدﻟﻰ دى ..دَ ﺳﻨګﺎﭘﻮر ﭘﻪ ﻟﻮر دَ ﻫﻐﻪ ﺳﺮه ﻣﻮﺳﻜﺎګﺎﻧﯥ اوړي دي -
دا ﺳﻔﺮ دَ ﺳﻨګﺎﭘﻮر ﭘﻪ ﺟﻬﺎز ﻛﯥ ﺗﺮ ﺳﻨګﺎﭘﻮر ښﺎر ..ﭼﯥ ځﺎﻧﺘﻪ ﻣﻠﻚ ﻫﻢ دى ...ﭼﯥ څﻨګﻪ اورﺳﻲ ﻧﻮ ﭘﻪ
ﺳﻨګﺎﭘﻮر اﺋﻴﺮﭘﻮرټ ﺑﺎﻧﺪې دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺳﭙﻴﻦ ﭘﻮﺳﺖ ﻟﺮﻟﻮ دَ ﺳﻮﺑﻪ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺑﺎﻧﺪې دَ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻧﻲ دَ ﻧﻪ ﻛﯧﺪو ﺷﻚ ﭘﻪ
ﻟړ ﻛﯥ ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ډﯦﺮي ﺧﻮﻧﺪورې او دَ ﺳﺴﭙﻨﺲ ﻧﻪ ډﻛﯥ دي -ﭘﻪ ﺳﻨګﺎﭘﻮر ﻛﯥ ﺳﺮﻧګﻮن روډ ﭼﯥ ورﺗﻪ ﻟټﻞ
اﻧډﻳﺎ ﻫﻢ وﺋﻴﻞ ﻛﯧږي ﭘﻪ ﻳﻮ ګﻴﺴټ ﻫﺎوْس او ﺧﻮاوﺷﺎ ﺗﻪ ﻫﻨﺪي ،ﭼﺎﺋﻴﻨﻴﺰ او ﺳﻨګﺎﭘﻮري ﻛﻠﺘﻮر ﭘﻪ ﺧﭙﻞ اﻣﺘﺰاج
ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ راﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮي ﺑﻠﻜﻪ ځﻮاﺑﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ دَ رﺳﯧﺪو ﻛﻮﺷﺶ ﻫﻢ ﻛﻮي-
دَ دې ښﺎر ﺳﻴﻨټﻮزا ﻧﻮﻣﯥ ﻏټ ﭘﺎرك او ﻫﻠﺘﻪ دَ وړوﻛﯥ رﯦﻞ ﺳﺮوس ،اﻧډر واټﺮ ورﻟډ او ځﻴﻨﻮ ﻧﻮرو
ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﺳﯧﻞ دَ ﻫﻨﺪو ﻳﺎر ډاﻛټﺮ ﻛﻨﻮل ﺳﺮه ﭘﻪ ﺷﺮﻳﻜﻪ ﭘﻪ ﻣﻜﺎﻟﻤﺎﺗﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ډﯦﺮ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ ﺑﻴﺎﻧﻮي -دﻟﺘﻪ ﻫﻢ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﺷﺎﻋﺮ ﺑﻠﻜﻪ اﻓﺴﺎﻧﻪ ﻧګﺎر ﻫﻢ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﭼﯥ ﻳﻮې وړې واﻗﻌﯥ ﺗﻪ ﭘﻪ دوﻣﺮه ﺳﻨﺠﻴﺪګﻲ
او ادراﻛﻲ اﻧﺪاز ﻛﺘﻨﻪ ﻛﻮي -ﻟﻜﻪ دَ ﻣﺜﺎل ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ دَ ﻟﯧډي ﺑﻮاﺋﻰ ﭘﻪ ﻟﻴﺪو او دَ ﻫﺎﻏﻪ ﻣﻮﻗﻌﯥ ﭘﻪ ﻣﻨﺎﺳﺒﺖ دَ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ راﭘﺎرﯦﺪوﻧﻜﯥ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ او دَ ډاﻛټﺮ ﻛﻨﻮل ﺳﺮه ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ " اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل" ﻛﯥ
ﭘﻪ ﺻﻔﺤﻪ ﻧﻤﺒﺮ 36ﺑﺎﻧﺪې ﻟﻴﻜﻠﻰ ده ..دَ ﻫﯧﺮوﻟﻮ وړ ﻧﻪ ده -ﻧﻮ ځﻜﻪ زه ﻏﻮاړم ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ دﻟﺘﻪ ﻧﻘﻞ
ﻛړم -
" -ﭼﺮﺗﻪ دَ دې ﺟﻴﻨۍ ﻛﻮر ﺗﻪ ﺧﻮ ﻣﯥ ﻧﻪ وړې ،ﭼﯥ دَ ﺳﺮﻧګﻮن روډ ﻧﻪ دا دَ ﻣﺨﻪ او ﻣﻮﻧږ ورﭘﺴﯥ ﻳُﻮ؟
ډاﻛټﺮ اوﺧﻨﺪل او اوس ﺑﻪ ﻳﯥ ﻻ څﻪ وﺋﻴﻠﻮ ،ﭼﯥ ﺟﻴﻨۍ ﺑﻴﺎ ﺷﺎﺗﻪ اوﻛﺘﻠﻮ او اوﻣﻮﺳﯧﺪه -دَ ډاﻛټﺮ
ځﻮاب ﭘﻪ ﺧﻠﻪ ﻛﯥ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮ او واﺋﻲ..
-ﺧﺎن ..ﺧﻴﺎل رﻛﻬﻨﺎ .ﻳﻪ ﻟړﻛﯥ ﻣﺠﻬﯥ اﭼﻬﻲ ﻧﻬﻴﻦ ﻟګﺘﻲ
ﻣﺎ وﺋﻴﻞ..
-ﻓﻜﺮ ﻣﻪ ﻛﻮه ،دوﻣﺮه ﻻ ﻫﻢ ﻛﻤﺰوره ﻧﻪ ﻳﻢ ،ﭼﯥ ﻫﺮ ﭼﺎﺗﻪ ﺑﻪ زړه ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ږدم
ﻣﺎ ﭼﯥ څﻨګﻪ دا ﺧﺒﺮه ﻛﻮﻟﻪ ،ﻧﻮ ﺟﻴﻨۍ دَ ﻳﻮ دوﻛﺎن ﭘﻪ ﺗړه ﭘﺮﺗﯥ ﻛﺮﺳۍ ﻛﯥ ﻧﺎﺳﺖ ځﻮان ﺗﻪ ﻻس ﭘﻮرﺗﻪ
ﻛړو ،وﺋﻴﻞ ﻳﯥ ..
-ﻫﺎﺋﻰ ...
دَ دې ﻫﺎﺋﻰ څﻪ وو ،ﭼﯥ دَ ﭘښﻮ دﻻﻧﺪې ﻣﯥ ځﻤﻜﻪ اوﺧﺘﻪ -ﻣﺎ او ډاﻛټﺮ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ داﺳﯥ اوﻛﺘﻮ ،ﻟﻜﻪ
دواړه ﭼﯥ ښﻪ ډﯦﺮ ﻣﺰﯦﺪاره ﺑﯥ وﻗﻮﻓﺎن ﺟﻮړ ﻛړل ﺷﻮي وو -او ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه ﻛﯥ څﻪ ﺷﻚ ﻫﻢ ﻧﻪ وو ﭘﺎﺗﯥ
ﺷﻮى ..وﻟﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺟﻴﻨۍ ،ﺟﻴﻨۍ ﻧﻪ ﺑﻠﻜﻪ Lady Boyوو"
ﺳﻨګﺎﭘﻮر ﺗﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دوﻳﻢ ځﻞ ﭘﻪ ﻛﺎل 1994ﻛﯥ دَ ﺗﻬﺎﺋﻲ ﻟﯧﻨډ ﻧﻪ دَ رﯦﻞ ګﺎډۍ ﭘﻪ اوږد ﺳﻔﺮ ﺑﻴﺎ
راځﻲ -دې ځﻞ ﻫﻐﻪ ﻳﻮاځﯥ وي -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﯧﻞ ﻛﯥ ډﯦﺮې ﺗﯧﺮوﺗﻨﯥ ﭘﻪ اﺧﻼﻗﻲ داﺋﺮه ﻛﯥ دﻧﻨﻪ دﻧﻨﻪ ﭘﻪ ډﯦﺮ
ﻫﻨﺮ ﻛړي دي -ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻧﻮي ﻛﺎل دَ ﻟﻤﺎﻧځﻠﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ دَ ﺷﭙﯥ دوﻟﺲ ﺑﺠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﻛﻠﺐ ﺗﻪ ورﺗګ ،ﭘﻪ
ﻫﻐﻪ ﻛﻠﺐ ﻛﯥ دئ ﻳﻮې ﺑﺪرﻧګﯥ ﺳﻨګﺎﭘﻮري ﭘﯧﻐﻠﯥ ﺳﺮه دَ ﻧﻪ ﻏﻮښﺘﻠﻮ ﺑﺎوﺟﻮد ﻫﻢ ﻣﺠﺒﻮري ﺷﺮﻳﻜﻮل دَ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق ﻛﺮدار داﻏﺪاره ﻛﻮي ﻧﻪ -وﻟﯥ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﯥ ﺟﻴﻨۍ ﻧﺎﺳﺘﻪ دَ ﺧﺒﺮو ﺗﺮ ﺣﺪه ﭘﻪ ﺗﺮﻗﻲ ﻳﺎﻓﺘﻪ ټﻮﻟﻨﻪ ﻛﯥ دَ
ﺣﯧﺮاﻧﺘﻴﺎ ﻳﺎ ﻏﯧﺮ اﺧﻼﻗﻲ ﺧﺒﺮه ﻧﻪ ده !!..ﺧﻮ دَ دې ﺑﺎوﺟﻮد ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ ځﻴﻨﻲ داﺳﯥ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرې
ﻣﻮﺟﻮدې دي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﭘښﺘﻮن ﻗﺎري ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﻛﻪ ﻛﺎږه واږه ﺳﻮﭼﻮﻧﻪ ﻧﻪ راوﻟﻲ ..ﻧﻮ ﻫﻢ ګﻮﺗﯥ ﭘﺮې
اوﭼﺘﯧﺪى ﺷﻲ -ﺧﻮ دﻟﺘﻪ ﺑﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻣﻌﺎف ﻛړو -ځﻜﻪ ﭼﯥ " دَ ښﺎﺋﺴﺘﻪ ﺟﻴﻨۍ ﻳﻮ ﻋﯧﺐ ..ﻧﻪ ﻋﯧﺐ " ګڼﻠﻰ
ﺷﻲ -
دا ﭘﻮرﺗﻨۍ ﺧﺒﺮي ﭼﯥ ﻣﺎ دَ ﺧﭙﻞ ﻓﻜﺮي ادراك ﻣﻄﺎﺑﻖ وړاﻧﺪې ﻛړې دي -ﭘﻪ دې ﺑﺎب دَ ﻳﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﯥ
ﺗﻨﺪه ﻣﺎﺗﯧږي ﻧﻪ -ﻧﻮ ځﻜﻪ زه ﭘﻪ دې اړه دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻗﻠﻢ دا ﻟﻴﻜﻠﻲ ﺷﻮي ﺧﺒﺮي دَ ﻣﺜﺎل ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ وړاﻧﺪې
ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ ..ﻛﻮﻣﯥ ﭼﯥ ﻳﻮ ﻗﺎري ﭘﻪ ﺳﻮچ ﻛﻮﻟﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻳﻮې ﻓﯧﺼﻠﯥ ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻰ ﺷﻲ -
" دا ﻣﻨﻢ ..ﭼﯥ دَ ﻧړۍ دَ ځﻴﻨﻲ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﺧﻠﻘﻮ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږ ﻧﻪ دَ ژوﻧﺪ ﻟﻮﺑﻪ ﭘﻪ ﻫﺮه ﻣﻌﻨﺎ او ﻫﺮ ډګﺮ ﻛﯥ
ګټﻠﯥ ده -ﺧﻮ ﻧﺎﺷﻮده دا ،ﭼﯥ ﺳﻤﻨﺪروﻧﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ زﻣﻮﻧږ ﺗﺮ ﻳﻮازﻳﻨﻲ ﺳﻤﻨﺪر ،ﺻﻔﺎ ،ﺷﻨﻪ او ﻣﺴﺖ دي ..
او ﺑﺪﺑُﻮي ﻫﻢ ﻧﻪ ورﻧﻪ وﻻړﯦږي -ﭼﺮﺗﻪ زﻣﻮﻧږ او دَ دوئ دَ ﺳﻤﻨﺪري ﻣﺨﻠﻮﻗﺎﺗﻮ ﺗﺮﻣﻴﺎﻧځﻪ ﺧﻮ ﻫﻢ ..؟ "
) ﺷﻮق "-اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل" ﻣﺦ (159 -
دَ ﺳﻨګﺎﭘﻮر ﭘﻪ ﺑﺎب دَ ﻧﻮرو ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﻣﻮﻧږ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻏﻪ ﺣﺘﻤﻲ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺗﺎﺛﺮ ﻟﻮﺳﺘﻠﻰ ﺷﻮ ..ﭼﯥ
ده دَ ﺳﻨګﺎﭘﻮر ﭘﻪ ﺳﯧﻞ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ دې ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻛﯥ رﻗﻢ ﻛړى دى -راﺷﺊ ﭼﯥ ﻳﯥ اوﻟﻮﻟﻮ -
" دَ اﻧﺴﺎن ﻋﻈﻤﺖ دَ ﻗﺎﻧﻮن اﺣﺘﺮام او دَ ژوﻧﺪ ﭘﻪ اړه دَ ﭘﺮﻣﺨﺘګ څﻮﻣﺮه اﺧﻼﺻﻤﻨﻪ ﺟﺬﺑﻪ ﭼﯥ دَ
ﺳﻨګﺎﭘﻮر ﭘﻪ ﺧﻠﻘﻮ ﻛﯥ ﺷﺘﻪ داﺳﯥ ﻣﺜﺎل ﻣﺎ ﺑﻞ ﻫﻴﭽﺮﺗﻪ ﻧﻪ ﺧﻮ اوﻟﻴﺪواو ﻧﻪ ﻣﯥ دَ ﭼﺎ ﻧﻪ واورﯦﺪو -ﻧﻮ
ځﻜﻪ دَ دې ﻓﺎﺋﻦ ﺳټﻲ ﭘﻪ ﺑﺎره ﻛﯥ ﭘﻪ ﺑﺎور ﺳﺮه واﻳﻢ ﭼﯥ دَ ځﻤﻜﯥ ﭘﻪ ﺳﺮ دَ داﺳﯥ ﺟﻨﺖ ﺟﻮړوﻧﻪ ﻳﺎ ﺧﻮ
دَ ﻣﻮﻧﻜﻲ ګﺎډ ﻛﺮﺷﻤﻪ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ او ﻳﺎ دﻟﺘﻪ ﻣﯧښﺘﻪ دَ ﻣﻮﻧﻜﻲ وزﻣﻪ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ دَ ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ زﻳﺎر
ﻧﺘﻴﺠﻪ..ګﻨﯥ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﺧﻮ ﻣﻮﻧږ ﻫﻢ ﻳُﻮ،ﭼﯥ دَ ﻻﺳﻮ ﺧﻴﺮې ﻧﺸﻮ ﺻﻔﺎ ﻛﻮﻟﻰ "
) ﺷﻮق " -اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل " ﻣﺦ ( 31 -
" ﻣﻨﻢ ..ﭼﯥ ﭼﺮﺗﻪ ښځﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﺨﺘﻪ اّزادي ﭘﺮﯦښﻮل ﺷﻮي دي ،ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻧﺮﻳﻨﺎوْ ﺑﺎﻧﺪې دَ ژوﻧﺪ ﺑﺎر
) ﭘﻪ ﻣﻌﺎﺷﻲ ﺗﻮګﻪ( ﻛﻢ ﺷﻮى دى -ﺧﻮ دﻏﯥ اّزادۍ دَ ﻛﻮر ﺗﻘﺪس او دَ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻲ ﻛﻮرﻧۍ ﺗﺼﻮر دَ
ﻣﻴﺎﻧځﻪ اوړى دى -ګﻮا ﻧﺮو ﻧﺮ دَ دى ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮى او ښځﻪ ،ښځﻪ ﻧﻪ ..وﻟﯥ ﭼﯥ دواړه ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻛﯥ اول
ﺧﻮ رﺷﺘﯥ ﺳﺎﺗﻠﻮ ﺗﻪ ﺗﻴﺎر ﻧﻪ دي او ﻛﻪ دي ﻫﻢ ،ﻧﻮ ﺗړون ﻳﯥ ﭘﻪ داﺳﯥ ﻧﺎزك ﺳﭙڼﺴﻲ ﺷﻮى وي -ﭼﯥ
ﺷﻠﯧﺪه ﻳﯥ ګﺮﺳﺮه وﺧﺖ ﻧﻪ ﻏﻮاړي -او ﺑﻞ دا ﭼﯥ ﭼﺮﺗﻪ دَ ښځﻲ دَ ژوﻧﺪ اﺧﺘﻴﺎر دَ ﺳړﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ
دى -ﻫﻠﺘﻪ ﻧﻪ ﻳﻮازي ښځﯥ ﺗﻪ ﭘﻪ درﻧﻪ ﺳﺘﺮګﻪ ﻛﺘﻞ ﺷﻮي دي ﺑﻠﻜﻪ ﺳړﻳﺎﻧﻮ ﻫﻢ ﻗﺪر ﻣﻮﻧﺪﻟﻰ دى"
) ﺷﻮق " -اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل " ﻣﺦ – (139
دَ ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮوْ ﺧﺒﺮو ﻧﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻣﻄﻠﺐ دا ﻧﻪ دى ﭼﯥ ..ﻫﻐﻪ دَ ښځﻮ دَ اّزادۍ ﺧﻼف دى -ﺑﻠﻜﻪ ﻫﻐﻪ
ښځﻪ ..ښځﻪ ﻫﻢ ﻟﻴﺪل ﻏﻮاړي -داﺳﯥ ﻧﻪ ﻟﻜﻪ ﺗﻬﺎﺋﻲ ښځﻪ ،ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻗﻮل ﻫﻐﻪ ..ﺗﺶ دَ ﭘﻴﺴﻮ ﻣﺸﻴﻦ ﻫﻮﻣﺮه
ﺣﯧﻘﻴﺖ ﻟﺮي -دا ﻫﻐﻪ ﻧﻘﻄﻪ ده ،ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺣﻘﻴﻘﺖ ﭘﺴﻨﺪ څﺮګﻨﺪوي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻫﺮ ې ﻣﻌﺎﻣﻠﯥ ﺗﻪ ﭘﻪ
دې ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻛﯥ ګﻮﺗﻲ ﻧﻴﻮﻟﻲ دي -
ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻏﻠﻄﻴﺎﻧﯥ ﻓﻄﺮي ځﻜﻪ دي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻣﺎﺣﻮل ﺳﺮه
اﺷﻨﺎ ﺷﻮى وو -ﻧﻮ ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﻫﻐﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﭘښﺘﻨﻲ ﺻﺪاﻗﺖ ﻧﻪ ﻛﺎر اﻏﻴﺴﺘﻰ دى او ﻣﺼﻠﺤﺖ ﻳﯥ ﺷﺎﺗﻪ ﻏﻮرځﻮﻟﻰ
دى -دﻏﻪ ﺧﻮ زﻣﺎ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل دَ ﻳﻮ رﻳښﺘﻮﻧﻰ ادﻳﺐ ادﺑﻲ اﻧﺼﺎف ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﭼﯥ ﻫﻐﻪ څﻪ وﻳﻨﻲ ﻳﺎ څﻪ اوري ﻳﺎ
ﭘﺮې څﻪ ﺗﯧﺮﯦږي ..ﻫﻐﻪ ټﻮل ﻫﻢ ﻫﺎﻏﺴﯥ ﭘﻪ اﺧﻼﻗﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ اوﻟﻴﻜﻲ ..ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻫﻨﺮ دا
ﻛﺎر ﺳﺮ ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻰ دى !!..ﻫﻐﻪ دَ ﻳﻮ ﭼﺎ ﺧﺒﺮه ..ﭼﯥ " ﻛﻠﺐ ﻛﯥ دَ ﺟﻤﺎت ﺧﺒﺮې او ﭘﻪ ډﺳﻜﻮ ﻛﯥ دَ ادب ﺧﺒﺮې
ﻏﯧﺮ ﻓﻄﺮي دي " ځﻜﻪ ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺳﺘﺎﺋﻴﻨﯥ وړ دى -او دَ ﻫﻐﻪ ﻫﻢ دﻏﻪ ﺻﺪاﻗﺖ او رﻳښﺘﻮﻧﻲ اﻧﺪاز ﺗﻪ
داد ورﻛﻮل ﭘﻪ ﻛﺎر دى -دا ﻫﻢ ﻫﺎﻏﻪ ﺑﺎﺑﻮﻧﻪ دي ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ ﻣﺼﻠﺤﺖ ﺗﻪ دَ ﻣﻨﺎﻓﻘﺖ ﻧﻮم ځﻜﻪ
ورﻛﻮي -ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻮﻫﻰ وو ،ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ وَ دې رښﺘﻴﺎوْ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻧﺎﻟﻮﺳﺘﻲ ﻧﻘﺎدان ﺿﺮور ګﻮﺗﻲ ﻧﻴﺴﻲ -او داﺳﯥ
او ﻫﻢ ﺷﻮ -ﻳﻌﻨﯥ څﻮك ﭼﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ څﻮﻣﺮه ﻧﺎﻟﻮﺳﺘﻰ ادﻳﺐ ﻳﺎ ﻧﻘﺎد وو ..ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻫﻐﺴﯥ ﺷﺪت دَ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق دې اﻧﺪاز ﻏﻨﺪﻧﻪ اوﻛړه -ﺧﻮ ﭼﻮﻧﻜﻪ دﻻﺋﻞ دَ ﻫﻴﭽﺎ ﺳﺮه ﻧﻪ وو ..ﻧﻮ ځﻜﻪ دَ دې ﺑﺎوﺟﻮد ﻫﻢ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق
دې ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻣﻴﺪان اوګټﻠﻮ -او اوس داﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳﯧږي ..ﭼﯥ ﻟﻜﻪ دا ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ورځ ﭘﻪ ورځ ﻧﻮره ﻧﻮره
ﻣﺸﻬﻮره ﻛﯧږي -وﺟﻪ ﻳﯥ ﺗﺶ دا ده ،ﭼﯥ ځﻤﻮﻧږ ﻧﻘﺎدان ﻫﻢ اوس رو رو دَ اّﻓﺎﻗﻲ ادب او دَ ﻫﻐﯥ دَ ﺗﻘﺎﺿﻮ ﺳﺮه
ﺑﻠﺪﯦږي -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻫﻐﻮئ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دې ﻛﺎوش ﺗﻪ ﺳﻼﻣﻲ ﻛﯧږي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﻳﻮ ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻋﻼﻗﺎﻳﺖ
او ﻣﻘﺎﻣﻴﺖ ﻧﻪ ﺑﺎﻻﺗﺮ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ او ﺑﻞ ﻫﻐﻪ دَ ﺧﻮﺷﺤﺎل ﺑﺎﺑﺎ ﭘﻪ ﻻره روان ﻳﻮ رښﺘﻮﻧﻰ ﺷﺎﻋﺮ او ﻟﻴﻜﻮال دى -
داﺳﯥ ځﻜﻪ واﻳﻢ ..وﻟﯥ ﭼﯥ څﻮك ﺑﻪ داﺳﯥ وي ،ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻛﺮدار ﻛﺸﻲ ﻛﻮي ..ﺑﻐﯧﺮ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ،
ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻮ ادﺑﻲ ﻓﻦ ﭘﺎرو ﺗﻪ ﻳﯥ ﺣﻘﻴﻘﻲ رﻧګ ورﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﺖ ﺧﭙﻞ ځﺎن او ذات ﭘﻪ وار وار ﻟﻮګﻰ ﻛړى دى -
وﻟﻲ ﻳﻮازي ﻫﻐﻪ؟ دَ دې ځﻮاب ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻢ ورﻧﻪ ﻛړي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ځﺎن ﺗﻪ دَ ﻗﺎم ﺳﺘﺮګﯥ ،
دَ ﻗﺎم ﺿﻤﻴﺮ ،دَ ﻗﺎم زړه ..ﻏﻮږوﻧﻪ ،ﻻﺳﻮﻧﻪ او ﻻﺳﻮﻧﻪ واﺋﻲ ..ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ دى او ورﺳﺮه ﻟﻴﻜﻮال ﻫﻢ!!..
دَ "ﻳﻮﭘﺎ" ﻧﻮﻣﯥ ﺗﻬﺎﺋﻲ ﺟﻴﻨۍ ﺳﺮه دَ ﻫﻐﻪ ﺟﺬﺑﺎﺗﻲ ﺗړون ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺑڼﻲ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﻣړه
ﻣﯧړه څﯧﺮه ګﻮري ..ﻳﻮ داﺳﯥ اﻓﺴﺎﻧﻮي ﻗﻴﺼﻪ ﻣﻴﺎﻧځ ﺗﻪ راوﻟﻲ ،ﭼﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﺣﯧﺮان ﭘﺎﺗﯥ
ﺷﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ دا ﻗﻴﺼﻪ ﭼﯥ څﻨګﻪ دَ ﭘښﺘﻨﻲ او اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺟﺬﺑﯥ ﭘﻪ ﺗﻮل ﺗﻠﻠﻰ ﺷﻮي ده ..ﻫﻐﻪ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق دَ ﻧﻮم ﻧﻪ ﺑﯧﻠﻪ ﺷﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ " ﻳﻮﭘﺎ" ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﻓﻘﻂ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻫﻤﺪردۍ ﭘﻪ ﺑﻨﻴﺎد ﻛﻮي ..ﻧﻪ
ﭼﯥ دَ ﻫﻮس دﭘﺎره -ﭘﻪ ﭘﻮرﺗﻨﻮ درې واړه ﺑﺎﺑﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺑﻼ ډﯦﺮي ﺧﺒﺮي ﺷﺘﻪ -ﺧﻮ زه دا ﻳﻮ څﻮ ﺧﺒﺮې دَ ﺗﻬﺎﺋﻲ ﻟﯧﻨډ
ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﻗﺎرﺋﻴﻨﻮ ﺗﻪ دَ راﭘﻴﺪا ﺷﻮوْ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻮ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ اوﻟﻴﻜﻢ -
" ﭼﺮﺗﻪ ﭼﯥ ﻟﻤﺮ دَ ﺷﭙﯥ راﺧﯧږي ..ﻧﻮ ﺣﻘﻪ ﺧﺒﺮ ده ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﺑﻪ ﺧﻠﻖ دَ ورځﯥ دَ رڼﺎګﺎﻧﻮ ﻧﻪ ﻧﻪ ﻳﻮازې ﺑﯥ
ﺧﺒﺮه وي ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻛﺎر او زﻳﺎر ﻧﻪ ﺑﻪ ﻫﻢ ﺗﻨګ وي -ﻫﻮ ..دا دَ ﻫﻐﯥ ﭘﺘﺎﻳﺎ ﺑﻴﭻ ﺧﺒﺮي دي ﭼﯥ ځﺎﻧﺘﻪ دَ ﺷﭙﯥ
دَ ژوﻧﺪ ﭘﻪ اړه ﭘﻪ درﺳﺘﻲ ﻧړۍ ﻛﯥ ﺳﺎرى ﻧﻪ ﻟﺮي -دﻟﺘﻪ دَ ښځﻮ راج دى ..ﻧﺮان ﺷﺘﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ ،ﻣګﺮ دَ
ښځﻮ ﺗﺮ واك دﻻﻧﺪې -دا ﺑﯧﻠﻪ ﺧﺒﺮه ده ﭼﯥ ﻇﻠﻢ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻫﻢ ﻧﺮان ورﺑﺎﻧﺪې ﻛﻮي او ﻫﻐﻪ ﻫﻢ دَ ښځﻮ ﭘﻪ
ﺧﭙﻠﻪ ﺧﻮښﻪ -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ دَ ﻧړۍ دَ ﻫﺮ ﻫﯧﻮاد ﻧﻪ ډك ډك ﺟﻬﺎزوﻧﻪ ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﺧﺎﻟﻲ ﻛﯧږي ﭘﻪ ﺑﻨﻜﺎك
ﻛﯥ ..ﺧﻮ ﻣﺨﻪ ﻳﯥ دَ ﺧﻠﻘﻮ دَ ﭘﺘﺎﻳﺎ ﺑﻴﭻ ﭘﻪ ﻟﻮر وي"
) ﺷﻮق " -اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل " ﻣﺦ (125 -
اوس ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ اوګﻮرو ،ﻧﻮ ﭘﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮوْ ﺗﺠﺰﻳﺎﺗﻲ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﻛﻮﻣﻪ داﺳﯥ ﺧﺒﺮه ﻣﻴﺎﻧځ ﺗﻪ راﻏﻠﯥ ده ..
ﭼﯥ ﻫﻐﻪ اﺧﻼﻗﻲ ﺣﺪوﻧﻪ ﻛﺮاس ﻛﻮي -زﻣﺎ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ څﻪ ﻟﻴﻜﻠﻲ دي ..ﻫﻢ دﻏﻪ
رﻧګ ﺷﻬﺮت ﺗﻬﺎﺋﻲ ﻟﯧﻨډ ﻟﺮي ﻫﻢ -ﭘﻪ دې ﺧﻮ دَ ﻣﺸﺮ ادﻳﺐ ﺳﻌﺪاﻟﺪﻳﻦ ﺷﭙﻮن ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﻳﻮه ﺧﺒﺮه ﻣﺸﻬﻮره ده -
ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻧﻪ ﻳﻮ ﭼﺎ ﭘﻪ ﺑﻠﻮﭼﺴﺘﺎن ﭘﺸﻴﻦ ﻛﯥ ﻳﺎ ﭘﯧښﻮر ﻛﯥ دَ ﭘﺸﻴﻦ ﻳﻮ ادﻳﺐ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻛړي وه ،ﭼﯥ ﺷﭙﻮن
ﺻﺎﺣﺐ !! دا اﻓﻀﻞ ﺷﻮق څﻪ ﻟﻴﻜﻲ ﭘﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ ؟ ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ورﺗﻪ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ وﺋﻴﻠﻲ وو ..ﭼﯥ دﻏﻪ رﻧګ
ﺑﻪ ﻳﯥ ﻟﻴﻜﻠﻮ او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ورﺗﻪ وﺋﻴﻠﻮ ،ﭼﯥ ﺗﺎﺳﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺗﻬﺎﺋﻲ ﻟﯧﻨډ ،ﺳﻨګﺎﭘﻮر ﻳﺎ ﻳﻮرپ ﺗﻪ ﻟﯧږئ ..او ﺣﺎل
ورﻧﻪ دَ ﭘﺸﻴﻦ او ﻟﻮراﻻﺋﻲ اﺧﻠﺊ -او واﻗﻌﻲ ﻫﻢ دﻏﺴﯥ روﺋﻴﯥ ځﻤﻮﻧږ ﭘﻪ ﺗﻨﻘﻴﺪ ﻛﯥ ﻫﺮ ﭼﺮﺗﻪ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﻳﻌﻨﯥ
ﺧﺒﺮي ﺑﻪ دَ اﺳﻤﺎﻧﻮﻧﻮ ﻛﻮي ،ﺧﻮ ﺧﺒﺮ ﺑﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﻛﻠﻲ دَ ﺣﺎل ﻧﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ وي -دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ دې درﻳﻢ ﻣﺘﻨﺎزﻋﻪ ګﺎم
دَ ﻣﺰﻳﺪ وﺿﺎﺣﺖ دﭘﺎره دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻃﺮف ﻧﻪ ﻟﻴﻜﻠﯥ ﺷﻮي دا ﻻﻧﺪﯦﻨۍ ﭘﯧﺮه وړاﻧﺪې ﻛﻮم -
" ﻛﻪ څﻮك اﻧﺴﺎن ﺗﺮ ځﻨﺎوره ﻫﻢ ﭘﻪ ﺑﺪ او ﻟړﻟﻲ ﺣﺎل ﻛﯥ ﻟﻴﺪل ﻏﻮاړي ،ﻧﻮ ﻫﻐﻪ دې ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ﻛﯥ
ﻳﻮ ځﻞ ﺧﺎﻣﺨﺎ ﺗﻬﺎﺋﻲ ﻟﯧﻨډ ﺗﻪ ﭘﻪ ﭼﻜﺮ ﺷﻲ -ﺧﭙﻠﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ اووﻳﻨﻲ ،ﭼﯥ دَ ﻋﻈﻤﺖ ﭘﻪ ﺟﺎﻣﻪ
ﻛﯥ ﭘټ اﻧﺴﺎن ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ اﯦﻠﻪ ﻛړﻟﻰ ﺷﻲ ،ﻧﻮ دﺋﻰ څﻮﻣﺮه ﭘﻪ اﺧﻼﻗﻲ ﺗﻮګﻪ اوﻟﻮﯦږي -
ﺧﺒﺮه دا ﻧﻪ ده ،ﭼﯥ ګﻮﻧﺪي دَ دې ﻫﯧﻮاد ﺧﻠﻖ ﭘﻪ ښﻮ او ﺑﺪو ﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧږي ..ﺑﻠﻜﻪ زه ﻓﻜﺮ ﻛﻮم ﭼﯥ دا ﻫﺮ څﻪ
دﻟﺘﻪ دَ ﻛﺴﺘﻪ ﻛﯧږي -څﻮك ﻳﯥ ﻛﻮي ؟ څﻠﻪ ﻳﯥ ﻛﻮي؟ او دَ ﭼﺎ ﭘﻪ ﺿﺪ ﻳﯥ ﻛﻮي؟ دَ دې ﺧﺒﺮو ځﻮاﺑﻮﻧﻪ
ﺑﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﺷﻲ ،ﭼﯥ ﻛﻠﻪ دﻏﻪ ﺗﻬﺎﺋﻲ ﻫﯧﻮاد دَ ﻧﻴﻤﯥ ﻧړۍ دَ ﺧﻠﻘﻮ دﭘﺎره دَ ﻣﺮګ دَ ﻓﺮښﺘﯥ
ﭘﺮﺗﻪ دَ اول ﻳﺎ دوﻳﻢ ﻧﻤﺒﺮ ﺑﺎدار ﺣﯧﺜﻴﺖ اوﻣﻮﻣﻲ"
) ﺷﻮق " -اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل " ﻣﺦ _ (49
دَ اﻳﺮان ﭘﻪ ﺳﻔﺮ ﻛﯥ ﻛﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ اوﺳﻨﻲ اﻳﺮاﻧﻲ رواﺟﻲ ﻛﻠﺘﻮر ﭘﻪ ﺑﺎب څﻪ ﺗﻨﻘﻴﺪ ﻛړى دى او ﭘﻪ دې
ﻣﻠﻚ ﻛﯥ " دَ ﻟﻨډي ﻣﻮدې دَ ﺷﺮﻋﻲ واده " ﻳﯥ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﻏﻨﺪﻧﻪ ﻛړي ده ﺑﻠﻜﻪ دا ﻋﻤﻞ ﻳﯥ دَ ﺗﻬﺎﺋﻲ ﻟﯧﻨډ دَ "
ﻟﯧډي ﻫﻮم " ﺳﺮه ﻫﻢ ﻣﻘﺎﺋﺼﻪ ﻛړى دى -ﻛﻮم ﭼﯥ اﻳﺮان ﭘﺮﺳﺘﻮ ﻧﻘﺎداﻧﻮ دَ ﺧﭙﻞ ﻋﺰت ﻣﺴﺌﻠﻪ اوګڼﻠﻪ او ﻫﻐﻪ ﻳﯥ
ښﻪ اوﻏﻨﺪﻟﻮ -ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﺧﺒﺮي ﻧﻪ ﺗﺮ ﺷﺎ ﻧﻪ ﺷﻮ -او واﺋﻲ ...ﭼﯥ ﻣﺎ څﻪ ﻣﺤﺴﻮس ﻛړي دي ،،ﻫﻐﻪ ﻣﻲ
وړاﻧﺪي ﻛړي دي -اوس ﻛﻪ ﻳﯥ ﺳﺘﺎﺋﻴﺊ او ﻛﻪ ﻳﯥ ﻏﻨﺪئ -ﻧﻪ ﺗﺶ دا ..ﺑﻠﻜﻪ ﺑﻞ ﺧﻮا ﺗﻪ دَ ﻟﻴﺪﻟﻲ ﺧﻮب ﻋﺒﺮﺗﻨﺎﻛﻪ
ﻣﻨﺎﻇﺮ ﭼﯥ څﻨګﻪ ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ﻗﻠﻤﺒﻨﺪ ﻛﻮي -ﻫﻐﻪ دﺋﻰ ﻳﻮ ښﻪ ﻟﻴﻜﻮال ﺛﺎﺑﺘﻮي -وﻟﯥ ﭼﯥ دَ اﺳﻼم
ﻣﻮﺿﻮع ډﯦﺮه ﺣﺴﺎﺳﻪ ده او ﺗﻨﻘﻴﺪ ورﺑﺎﻧﺪي ﻫﻴڅ ﻳﻮ ﻣﺴﻠﻤﺎن او ﭘښﺘﻮن ﻧﻪ ﺷﻲ ﺑﺮداﺷﺖ ﻛﻮﻟﻰ -او اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق ﻫﺎﻏﻪ ﻟﻴﻜﻮال دى ﭼﯥ دَ ﺧﻮب ﭘﻪ ﺑﯥ ﺗﻌﺒﻴﺮه اﺷﺎرو ﻛﯥ ﻳﯥ دَ اﻳﺮان اوﺳﻨﻰ اﺳﻼﻣﻲ اﻧﻘﻼب ﭘﻪ ډﯦﺮ
ښﺎﺋﺴﺘﻪ اﻧﺪاز ﻏﻨﺪﻟﻰ دى -ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﻳﻮ ﻧﻘﺎد اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺗﻪ ګﻮﺗﻪ ﭘﻪ دې ﻧﺸﻲ ﻧﻴﻮﻟﻰ ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺧﻮ ﻳﻮ ﺧﻮب
ﺑﻴﺎن ﻛړى دى -او ﭘﻪ ﺧﻮب ﻛﯥ ﺧﻮ ﻫﺮ څﻪ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -راﺷﺊ ﭼﯥ دا ﻳﻮ څﻮ ﺧﺒﺮې دَ ﻫﺎﻏﻪ ﺧﻮب ﭘﻪ ﺗﻨﻘﻴﺪي ﻧﻈﺮ
اوګﻮرو ﭼﯥ ﭘﻪ ﺻﻔﺤﻪ ﻧﻤﺒﺮ 81ﻛﯥ رﻗﻢ ﺷﻮي دي -
" -ﻧﻮ ﻻس ﺗړﻟﻰ ﻳﯥ ﻳﻮ ﻣﻴﺪان ﺗﻪ راوﻳﺴﺘﻢ -ﭘﻪ ﻣﻴﺪان ﻛﯥ ﺑﯧﺨﻲ زﻳﺎت ﺧﻠﻖ ﭘﻪ ﺗﻮرو ﺟﺎﻣﻮ ﻛﯥ ﻧﺎﺳﺖ
وو ،او ټﻮﻟﻮ ﻣﺎﺗﻪ ﻛﺘﻠﻮ -زړه ﺗﻪ ﻳﻮ دم دا ﺧﺒﺮه راﻏﻠﻪ ،ﭼﯥ ﺑﺲ اوس ﻣﯥ ﭘﻪ ﭘﻬﺎﻧﺴۍ ﺗﻪ ﻣﻲ ﺧﯧږوي -
ﺧﺒﺮه ﭼﯥ ﺗﺮ دې ځﺎﻳﻪ اورﺳﯧﺪه ،ﻧﻮ ﻛﺎﻛړ ﻟﻜﻪ دﻳﻎ ﺷﻮى ﭼﻲ وي ..راﺗﻪ واﺋﻲ ،
-او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﭘﻬﺎﻧﺴۍ ﺗﻪ او ﺧﯧږوﻟﯥ ..ﻫﺎن ..دﻏﺴﯥ وو ،ﻛﻪ ﻧﻪ ؟؟
ﻣﺎ وﺋﻴﻞ ..
-ﻧﻪ ..ﻫﻠﺘﻪ ﭘﻪ ﻣﻴﺪان ﺑﺎﻧﺪې ﻧﻪ ﺧﻮ دَ ﭘﻬﺎﻧﺴۍ اﻧﺘﻈﺎم وو او ﻧﻪ دَ ﺳﺮ ﻗﻠﻢ ﻛﻮﻟﻮ دﭘﺎره ﺗﺨﺘﻪ او ﺳﺎﺗﻮل -
ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ ﺳټﯧﺞ ﺑﺎﻧﺪې دَ دروﻟﻮ ﺳﻢ دﺳﺘﻲ ﻳﯥ زﻣﺎ ﻻﺳﻮﻧﻪ ﺧﻼس ﻛړو -دوﻣﺮه ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ وم ،ﭼﯥ
ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻣﻪ ﻛﻮه -ﻣګﺮ دا ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻲ ﻣﻲ ﺳﺮ ﺗﻪ ﻧﻪ اورﺳﯧﺪه ،وﻟﯥ ﭼﯥ ....
ﻣﺎ ﺑﻪ ﺧﺒﺮه ﻣﺨﺘﻪ ﻛﻮﻟﻪ ،ﭼﯥ ﺟﻤﻌﻪ ﺧﺎن راﺑﺎﻧﺪې ﻏږ اوﻛړو..
-ښﻪ ښﻪ ..واﻳﻪ
ﻣﺎ ﭘﻪ ﺧﻮب ﻛﯥ ورﺗﻪ وﺋﻴﻞ..
-ﻣﺨﺘﻪ ﺑﻪ څﻪ ﻧﺎ څﻪ ﺧﺎﻣﺨﺎ وو ..ﺑﺲ ﻛﻪ ﺗﺎ ﻧﻪ وى را ﻏږوﻟﻰ "
اوس دې ﭘﻮرﺗﻨۍ ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﺗﻪ ﻛﻪ ﻟږ ﭘﻪ ځﻴﺮ ﺷﻮ ..ﻧﻮ دا ﺑﻪ ﻣﻨﻮ ،ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ
ﻛﯥ دَ واﻗﻌﺎﺗﻮ اﻇﻬﺎر ډﯦﺮ ﭘﻪ ﻫﻨﺮ ﻛﻮﻟﻮ ﻓﻦ ﻟﺮي -دﻟﺘﻪ ﭘﻪ ﺧﻮب ﻛﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻛﻮﻣﯥ ﺧﺒﺮي ﻛړي دي ..ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮي
ﻛﻪ ﭘﻪ وﻳښﻪ اوﺷﻲ ،ﻧﻮ ﻧﻘﺎدان ﺑﻪ ورﭘﺴﯥ داﺳﯥ اوﻟګﯧږي ،ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ورﻧﻪ ځﺎن ﺧﻼس ﻧﻪ ﻛړي -ﻧﻮر ﭘﻪ اﻳﺮان
ﻛﯥ څﻪ دي ؟ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﻻﻧﺪﯦﻨۍ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﻳﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﺊ-
" ﭘﻪ اﻳﺮان ﻛﯥ اﺳﻼم ﻫﻢ ﺷﺘﻪ او اﺳﻼﻣﻲ ﻗﺎﻧﻮن ﻫﻢ -ﻻﻛﻦ ګﻮره ﭼﯥ ﺧﻠﻖ ورﻧﻪ دَ ﻓﺮار ﻻري څﻠﻪ
ﻏﻮاړي؟ ﭼﺮﺗﻪ دَ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺳﯧﻜﻮﻟﺮ اﻳﺮان دَ ﻣﻴﺎﻧځﻪ ﺗګ ﺧﻮ ﺑﯥ وﺧﺖ ﻧﻪ وو ﺷﻮى -او ﻳﺎ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ،
ﭼﯥ ﺧﻠﻖ ﻳﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻪ ذﻫﻨﻲ ﺗﻮګﻪ دې ﻧﻈﺎم ﻣﻨﻠﻮ او ﻗﺒﻠﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﺗﻴﺎر ﻧﻪ وي -ﻫﺮڅﻪ ﻫﺮڅﻪ ،ﺧﻮ دَ
ﺳﯧﻼﻧﻲ دﭘﺎره دَ ﺳﺘﺮګﻮ وړاﻧﺪې ښﻜﺎره اﻳﺮان ﭘﻪ ﻫﺮه اړه ﺳﺎرى ﻧﻪ ﻟﺮي -ﭘﻪ ښﻜﺎره دَ ژوﻧﺪ ﻛﻮﻟﻮ ﻃﺮز
دﻟﺘﻪ ﭘﻪ ﻫﺮه ﻣﻌﻨﺎ ﻛﯥ ﻣﻐﺮﺑﻲ وزﻣﻪ دى ،ﺧﻮ رښﺘﻴﺎ ﺧﺒﺮه ده ،ﭼﯥ دى ﻧﻪ -وﻟﯥ ﭼﯥ ﻣﻐﺮﺑﻲ ﺗﻘﺎﺿﯥ ﻻ
ﺳﻤﯥ ﻧﻪ ﭘﻮره ﻛﻮي"
) ﺷﻮق " -اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل " ﻣﺦ – (69
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺗﺮﻛﻲ ﺧﻠﻘﻮ او ژوﻧﺪ ﺗﻪ اّزاد واﺋﻲ ..ﭘﻪ اګﺮه ﻧﻮﻣﯥ ښﺎر ﻛﯥ ﻳﺨﻪ ﺷﭙﻪ ،دَ
ﺗﺮك ﻋﺴﻜﺮاﻧﻮ او ﻛﺮداﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ دَ ﺟﻨګ دَ وﺟﯥ دَ ﻻري ﺑﻨﺪﯦﺪل ،اﻧﻘﺮه ﺳﺮه ﺗړﻟﻲ ﺧﺒﺮي ،ﺑﺎﺳﻔﻮرس ﺑﺮﻳﺞ
او ځﻴﻨﻲ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺣﻘﺎﺋﻘﻮ ،ﻟﻜﻪ Anatolian Civilizationاو دَ Perge Cityﺳﺮه ﻣﻨﺴﻮب زاړه اّﺛﺎرو ﭘﻪ
ﺑﺎب ډﯦﺮي ﺧﻮﻧﺪوري ﺧﺒﺮي ﻣﻮﺟﻮدي دي -ﺧﻮ دَ اﺳﺘﻨﺒﻮل ښﺎر ﭼﯥ ورﺗﻪ دَ ﻳﻮرپ دروازه ﻫﻢ واﺋﻲ ..ﻛﯥ دَ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﻜﺮوﻧﻪ ﭘﻪ ﻻﻟﯧﻠﻲ ﻧﻮﻣﯥ ښﺎﺋﺴﺘﻪ ﺑﺎزار ﻛﯥ ..او ﻟﻪ دې ﺑﺎزار ﺳﺮه ﺗړﻟﻲ ﻳﻮه ﻗﻴﺼﻪ ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ
ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ دَ ﻟﻮ ﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ډﯦﺮ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ راﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ -دﻟﺘﻪ دَ ﺷﻬﺰادګﻴﺎﻧﻮ دَ ﺟﺬﻳﺮې ﺳﯧﻞ،
ﺳﺮﻛﯥ ﺟﯥ،ﻛﺮاﻛﻮي،ګﺮﯦﻨډ ﺑﺎزار ،ﻣﻴﻮزﻳﻢ ،ﺗﺮك ﺣﻤﺎم ،ﺷﻴﻦ ﺟﻤﺎت ﻧﻪ ﻋﻼوه ﻧﻴﻢ درځﻦ ﻧﻮر ﺟﻤﺎﺗﻮﻧﻮ ﺳﯧﻞ
ﺳﺮه ﺳﺮه اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻠګﺮو ﺳﺮه ﭘﻪ "ﭘﻮﻟﻲ ټﻮرز" ﻛﯥ ﻣﺼﺮوف او ﺧﻨﺪﻧﻰ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﻳﻌﻨﯥ ﭘﻪ دې
ﺑﺎب ﻛﯥ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه زﻳﺎت ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ﻣﻮﺟﻮد دي ..ﻫﻢ دوﻣﺮه زﻳﺎﺗﯥ ﺧﻨﺪاګﺎﻧﯥ او ﺗﯧﺮوﺗﻨﯥ او ﻗﻴﺼﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ
ﻋﻼﻣﺘﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻣﻮﺟﻮدي دي ،ﭼﯥ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ دَ ادﺑﻲ ذوق او ﺷﻮق ﭘﻮره ﻛﻮﻟﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه دَ ﻫﻐﻪ ﺗﻔﺮﻳﺤﻲ
ﺧﻮﻧﺪ ﻫﻢ ﺳﯧﻮا ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ -ﻣﺎﺗﻪ ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎر دَ ﺑﻴﺎن ژﺑﻪ ډﯦﺮه زﻳﺎﺗﻪ ادﺑﻲ ښﻜﺎري -ﻳﻌﻨﻲ
ﺧﺒﺮي ﻳﯥ ډﯦﺮي ﻛړي دي ..ﺧﻮ ﭘﻪ داﺳﯥ ﻣﺒﻬﻢ اﺷﺎرﺗﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﭼﯥ ﻳﻮ ﻋﺎم ﻳﺎ ﻧﺎ ﻟﻮﺳﺘﻰ ﻗﺎري ﭘﺮې ﻧﻪ ﺷﻲ
ﭘﻮﻫﯧﺪﻟﻰ -دا دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ادﺑﻲ ﻫﻨﺮ دى ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻧﻮي ﻧﻮي ﺗﺠﺮﺑﯥ ﻫﻢ ﻛﻮي او دا ﻛﻮﺷﺶ ﻫﻢ ،ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ
دې دَ ﻫﻐﻪ اﻧﺪاز ﺧﭙﻞ ﻫﻢ ﻛړو -داﺳﯥ اداګﺎﻧﯥ دَ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﻌﺮ او ﻧﺜﺮ دواړو ﻛﯥ ﻣﻮﺟﻮدې دي -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛﻪ ﻳﻮ ﻃﺮف ﺗﻪ ﺗﺮﻛﻴﺎن ﻻﻟﭽﻴﺎن او ﭘﻪ ﭘﻴﺴﻮ ډﯦﺮ زﻳﺎت ﻣﺌﻴﻦ ﻳﺎدوي ..ﻧﻮ ﺑﻠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ ﻫﻐﻮئ
ﻟﻪ ﭘښﺘﻨﻮ ﺳﺮه ﻣﻘﺎﺋﺼﻪ ﻛﻮي ﻫﻢ او واﺋﻲ ..ﭼﯥ دا ﺧﻠﻖ دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ رﻧګ دﻧګ دﻧګ دي او ﭘﻪ روﺋﻴﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ
ﭘښﺘﻨﻲ ﺧﻮږﻟﺖ او ﻛﺮﺧﺘګﻲ ﻟﺮي -ځﻜﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ دې ﺧﻠﻘﻮ ﭘﻪ ﺑﺎب ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﭘﻪ وار وار رﻗﻢ ﻛړې ده -دَ
ﺳﺎﺳﻴﻼ ﺳﺮه ﺗړﻟﻰ ﺧﻮب او ﺧﻴﺎل او ﺑﻴﺎ دَ ﺟﻤﻌﻪ ﺧﺎن ﻣﺪاﺧﻠﺖ داﺳﯥ ﻗﻴﺼﻪ ده ﭼﯥ ډراﻣﺎﺋﺊ اﻧﺪاز ﻟﺮي او دﻏﻪ
رﻧګﻪ ﻗﻴﺼﯥ ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻛﯥ دَ ﻛړﻛﯧﭽﻨﻮ ﻣﻮﻗﻌﻮ او واﻗﻌﺎﺗﻮ دَ وﺿﺎﺣﺖ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﺖ ډﯦﺮي زﻳﺎﺗﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ
ﺷﻲ -او داﺳﯥ ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻧﺜﺮ ﻛﯥ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﻏﻠﻲ دي -ﻟﻜﻪ دا ﻻﻧﺪﯦﻨۍ ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ
ﺗﺮﻛﻲ دَ ﺑﯥ ﻟګﺎﻣﻪ اّزادۍ ﻳﻮ ﺗﺎﺛﺮ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ-
" -ﻧﻮم دي څﻪ دى ؟
-ﺳﺎﺳﻴﻼ ..دې وﺋﻴﻞ
-ښﻪ ﻧﻮم دى ..ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻪ ﻳﯥ ؟
دې وﺋﻴﻞ..
-ﻫﻮ ﻣﺎﺷﺎاﷲ
-واده دي ﻛړى دى ،ﻛﻪ ﻧﻪ ؟
ﭘﻪ ډﯦﺮه ﻋﺎﺟﺰۍ ﻣﻲ ورﻧﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ اوﻛړه -دا ﻳﻮ وار ﭼﭗ ﺷﻮه او ﺑﻴﺎ واﺋﻲ..
-ﻳَﻪ ..ﻣګﺮ زه ﻓﺮﯦﻨډ ﻟﺮم
دا ﺧﺒﺮه ﻳﯥ داﺳﯥ اوﻛړه ﻟﻜﻪ دﻟﺘﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﯧړه او ﺑﻮاﺋﻰ ﻓﺮﯦﻨډ ﻛﯥ ﺟﻴﻨﻜﻴﺎﻧﻲ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﻧﻪ ﻛﻮي"
) ﺷﻮق " -اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل " ﻣﺦ – ( 95
ﻫﺴﯥ ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮي ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﻛﯥ ﻫﻴڅ داﺳﯥ ﺧﺒﺮه ﻧﺸﺘﻪ ﭼﯥ اﺑﻬﺎم ﭘﻴﺪا ﻛﻮي ..او
ﺑﻠﻜﻪ ډﯦﺮه واﺿﺤﻪ ده ..ﺧﻮ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ ﺗﺮﻛﻲ دَ ﭘﯧﻐﻠﻮ دَ ﻧﻨﻨۍ روﺋﻴﯥ ﻧﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻫﻨﺮ ﺧﺒﺮوي -او داﺳﯥ
ښﻜﺎره ﻛﻮي ﻟﻜﻪ ﺗﺮك ﻛﻠﭽﺮﭼﯥ ﺑﯧﺨﻲ زﻳﺎت ﻣﻐﺮﺑﻲ اﻧﺪاز ﻟﺮي -ﻧﻮر ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ څﻪ دي -ﻣﻮﻧږ دَ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق دَ دې ﻻﻧﺪﯦﻨۍ راﺋﻰ ﻧﻪ اﻧﺪازه ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ -
" ﭼﯥ ﺗﺎرﻳﺦ او ﻏﻮره ﺗﺎرﻳﺨﻲ اّﺛﺎرو ﺗﻪ اوﻛﺘﻠﻰ ﺷﻲ ﻧﻮ ﺗﺮك دَ ﻳﻮ ﻣﺎرﺷﻞ ﻗﻮم ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ ﭘﻪ ﻧړۍ
ﺑﺎﻧﺪې ځﺎن ﻣﻨﻠﻰ وو -ﻣګﺮ دَ دې ﻗﺎم دَ ﻧﻦ ﻣﻌﺎﺷﻲ ﺑﺪﺣﺎﻟﻲ او دَ ﭘﻴﺴﻮ ﺳﺮه ﺑﯥ ﻛﭽﻪ ﻣﻴﻨﻪ دَ دوئ
ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺣﯧﺜﻴﺖ ګﻮره ﭼﯥ څﻠﻪ ﺷﻜﻤﻦ ﻏﻮﻧﺪې ﻛړي ؟ وﻟﯥ ﭼﯥ دَ ﺗﺮﻛﻴﺎﻧﻮ دوﻟﺖ ﭘﺮﺳﺘﻲ ﺳړى ﭘﻪ دې
وﺋﻴﻠﻮ ﻣﺠﺒﻮره ﻛﻮي ﭼﯥ ) دَ دې ﻫﯧﻮاد ﺧﻠﻖ دَ اﺗﺎ ﺗﺮك ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﭘﻪ دې وﺟﻪ ﻛﻮي ،ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﺮﻧﺴﻲ
ﻧﻮټ " ﻟﻴﺮا" ﺑﺎﻧﺪې ﻳﯥ ﺗﺼﻮﻳﺮ دى ( دَ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن او ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎى ﻻﻛﻦ دﻟﺘﻪ دَ
اﺗﺎ ﺗﺮك دَ ﻏﻮره ﺷﻮي ﻗﺎﻧﻮن ﭘﺎﺑﻨﺪي ﻛﻮﻟﻮ ﺳﺮه ﺑﻞ داﺳﯥ ﻣﺜﺎﻟﻲ اﺳﻼﻣﻲ ﺧﺎﺻﻴﺘﻮﻧﻪ ﻣﯥ ﺗﺮ ﺳﺘﺮګﻮ
ﻧﻪ ﺷﻮ ،ﭼﯥ دَ ﻧﻮﺷﺘﻪ ﻛﻮﻟﻮ وړ ﻣﯥ ګڼﻠﻲ وى -ﻫﻮ ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دَ دُﻧﻴﺎ ﭘﻪ ﺳﺮ دﻟﺘﻪ ﻣﺎﺟﺘﺎن ﺑﯧﺨﻲ زﻳﺎت
دي"
) ﺷﻮق " -اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل " ﻣﺦ ( 85 -
"ﻟﻜﻪ دا ﭼﯥ دَ ﺑﻞ ﻣﻠﻚ ﻧﻪ دَ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻳﻮ ښﺎر وي -ﻫﻐﻪ رﻧګﻪ دوﻛﺎﻧﻮﻧﻪ او ﻣﺎت ﻣﺎت روډوﻧﻪ ..ﺧﻮ
ﺗﻮﭘﻴﺮ ﻛﻪ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ وو ،ﻧﻮ ﺗﺶ دا ﭼﯥ ﺧﻠﻖ ﻳﯥ ﺗﻚ ﺗﻮر وو او ﺑﻞ دَ ﺟﺎﻣﻮ ﭘﻪ اړه ﻳﯥ ښځﯥ او ﻧﺮان
واړه اﻧګﺮﯦﺰ وزﻣﻪ ﻫﻢ وو -ﺗﺮ څﻪ وﺧﺘﻪ ﭘﻮرې ﻳﻮ روډ ﺑﻞ روډ ﭘﻴﺎده اوګﺮځﯧﺪو ...دﻟﺘﻪ ﺑﻠﻪ ﻋﺠﺒﻪ ﻛﻪ
ﺳﺘﺮګﻮ وړاﻧﺪې ﻛﺘﻮ ﺗﻪ ﻧﻪ راﻏﻠﻪ ،ﺧﻮ دَ ﺣﯧﺮت وړ ﺧﺒﺮه دا وه ..ﭼﯥ دَ ﺑﺲ اډې ﺧﻮا و ﺷﺎ دَ ﻻټﺮۍ دَ
ټﻜټﺎﻧﻮ دَ ﺧﺮڅﻼوْ ﻛﺎروﺑﺎر دوﻣﺮه ﺗﻮد وو -ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﺘﻮ ور څﺨﻪ دَ دې ځﺎى دَ ﺧﻠﻘﻮ دَ ﻣﻌﺎﺷﻲ ﺑﺪﺣﺎﻟۍ
او ﻻﻟﭻ اﻧﺪازه ښﻪ ﻟګﯧﺪﻟﻰ ﺷﻮه ،ﭼﯥ زﻣﺎ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل ..څﻮك ﭘﻪ ﻻټﺮﻳﺎﻧﻮ ﻳﺎ ﺟﻮارۍ ﺧﭙﻞ ﻗﺴﻤﺖ
ګﻮري ..ﻧﻮ ﭘﻮﻫـ ﺷﻪ ،ﭼﯥ ﻻ ﺧﻮ ﻳﯥ ﻛﺎر دﻻﺳﻪ ﻧﻪ ﻛﯧږي او ﻳﺎ ﺑﻴﺎ ﺻﻼﺣﺘﻮﻧﻪ ﻧﻪ ﻟﺮي"
) ﺷﻮق " اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل " ﻣﺦ – (115
ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دا ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻧﻴګﺎﻣﺒﻮ ﺑﻴﭻ ﭼﺮﺗﻪ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻳﻮ وړﻛﻮټﻲ رﻳﺴټ ﻫﺎوْس ﻛﯥ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ
ﭘﺎﻛﺴﺘﺎﻧﻲ ﻣﻠګﺮو ﺟﻤﻌﻪ ﺧﺎن ﻛﺎﻛړ ،ﻧﺼﻴﺐ ﺗﺮﻳﻦ او ﻣﺤﻤﺪرﺿﺎ ﺗﺮﻳﻦ ﻋﻼوه اﻧګﻠﺶ دوﺳﺖ ﺟﺎن ﻫﻮګﺮ او دَ
ﻫﻐﻪ ښځﻮ ﻣﻠګﺮو ﺳﺮه اﺳﺘﻮګﻦ وو ..ﭘﻪ اړه ﻫﻢ ډﯦﺮي دﻟﭽﺴﭙﻲ ﻗﻴﺼﯥ او ﻟﻄﻴﻔﯥ ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻛﯥ دَ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ زړه او روح ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ﻛﻮي -ﻻﻛﻦ دﻟﺘﻪ زه دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺳﺮي ﻟﻨﻜﺎ او ﺳﺮي ﻟﻨﻜﻨﻮ ﭘﻪ اړه ﺣﺘﻤﻲ
راﺋﻰ وړاﻧﺪي ﻛﻮل ﺿﺮوري ګڼﻢ -
" دا ﺧﻮ ﺑﻪ او ﻣﻨﻢ ،ﭼﯥ ﺳﺮي ﻟﻨﻜﺎ دَ ﺳﻴﻤﯥ دَ ښﺎﺋﺴﺖ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ ﺳﺎرى ﻧﻪ ﻟﺮي -ﻫﻢ ځﻜﻪ
ﺧﻮ ﺧﺪاﺋﻰ ﭘﺎك ﺣﻀﺮت اّدم ﻋﻠﻴﻪ اﻟﺴﻼم دَ ﺟﻨﺖ ﻧﻪ ﭘﻪ دې ﺟﻨﺖ وزﻣﻪ ځﻤﻜﻪ ﻛښﺘﻪ ﻛړو -دَ دې ﺛﺒﻮت
دَ ده ﺟﻮړ ﭘﻨځﻪ ﻓُټﻪ څﻠﻮر اﻧﭽﻪ اوږد او دوه ﻧﻴﻢ ﻓُټﻪ ﭘﻠﻦ ﭘﻞ دى ..ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ دﻟﺘﻪ دَ اّدﻣﺰﭘﻴﻚ ﻧﺎﻣﯥ
ﻏﺮه ﭘﻪ څﻮﻛﯥ ﺑﺎﻧﺪې وﺟﻮد ﻟﺮي -ﻣګﺮ دَ ﺳﺮي ﻟﻨﻜﻨﻮ وَ ﺑُﺖ ﭘﺮﺳﺘۍ او ﺗﺮ ټﺎك اوﻳښﺘﯥ ﻏﺮﺿﻲ ژوﻧﺪ
ﺗﻪ ﭼﯥ ﭘﺎم اوﻛړم ..ﻧﻮ دا ﺳﻮال ﭘﻪ ﻣﺰﻏﻮ ﻛﯥ راﺷﻲ ،ﭼﯥ دَ ﻧړۍ دَ ﻧﻮرو ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﺧﻠﻖ دَ دوئ ﭘﻪ رﻧګ
او ﺧﻮﺋﻴﻮ څﻠﻪ ﻧﻪ دي؟ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﺧﺎوري ﺑﺎﻧﺪې زﻣﻮﻧږ ﺟﺪاﺑﺠﺪ او ﻟﻤړﻧﺌﻴﻮ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ژوﻧﺪ ﻛړى
دى"
) ﺷﻮق " -اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل " ﻣﺦ (109 -
ﺳﺎرا ﭼﯥ ځﺎﻧﺘﻪ دَ ﻳﻮ ﭼﯧﺮﻳټﻲ ﻫﻮم اﻧﭽﺎرج ﻳﺎ ﻧﻤﺎﺋﻨﺪه واﺋﻲ ..ﭘﻪ دې ﺑﺤﺮي ﺳﻔﺮ ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ
ﻳﻮاځﻴﻨﻲ ﺣﯧﺜﻴﺖ ﻧﻪ ﻓﺎﺋﺪه اﻏﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﻛﻮﺷﺸﻮﻧﻪ ﻛﻮي ..ﻫﻐﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ دَ
ﻫﻐﯥ او دَ ﻫﻐﯥ دَ ﻗﺎم ﭘﻪ اړه ځﻴﻨﻲ ﻣﻨﻔﻲ ﺳﻮﭼﻮﻧﻪ راﺑﺮﺳﯧﺮه ﻛﻮي -او ځﻮاب ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﻮﺷﺶ ﻛﯥ ښﻜﺎري -ﺧﻮ
ﻫﻐﻪ ﺳﺎرا دَ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻜﺮﺟﻨﻮ او ﻓﺮﯦﺒﻲ اداګﺎﻧﻮ ﭘﻪ دام ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ راګﯧﺮوﻟﻮ ﭘﻮره ﭘﻮره ﻛﻮﺷﺶ ﻛﻮي -ﻛﻮم ﭼﯥ
ﺗﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﺗﻮري ﺳﺎﺣﻞ ﺳﻤﻨﺪر ﺑﺎﻧﺪې دَ ﻫﻐﻪ او ﺳﺎرا ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ ﭘﻪ دې ﻻﻧﺪﯦﻨۍ ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ﻛﯥ ﻟﻮﺳﺘﻠﻰ او ﺳﻮچ
ﻛﻮﻟﻰ ﺷﺊ -
" ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻣﯥ ﺟﻮړه ﺟﻮړه ﺧﻠﻘﻮ ﺗﻪ دَ ﺣﺴﺮت ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﺘﻠﻮ او دَ اﻳﻜړۍ اﺣﺴﺎس راﺑﺎﻧﺪې ﻏﻤﯧﺪﻟﻮ -
ﻻﻛﻦ آ څﻪ واﺋﻲ ،ﭼﯥ ) ﺑﻨﺪه ﺣﯧﺮاﻧﻪ ..ﺧﺪاﺋﻰ ﻣﻬﺮﺑﺎﻧﻪ( ګﻮا ،ﻛﻠﻪ ﭼﯥ دَ اوﺑﻮ څﺨﻪ دَ ﻳﻮ ﺳﺎﻳﻪ وان ﭘﻪ
ﺧﻮا روان ﺷﻮم ،ﻧﻮ زﻣﺎ دَ څﻨګﻪ ﺗﯧﺮﯦﺪوﻧﻜﯥ ﻓﺮﻧګۍ ﻏږ راﺑﺎﻧﺪې اوﻛړو..
-ﻫﯧﻠﻮ ﻣﺴټﺮ
او ﻣﺎ ﭼﯥ ځﻮاب ورﺑﻴﺎ ﻛړو ،ﻧﻮ دې ځﺎن راﻧﻴږدې ﻛړو..
-ﺑﺨښﻨﻪ ﻏﻮاړم ..ﻫﻐﺴﯥ ﻫﻢ دواړه دَ ﻳﻮه ﺳﺎﻳﻪ وان ﭘﻪ ﻟﻮر روان ﻳُﻮ ..ﻧﻮ ﻏﻮاړم ﭼﯥ ﺳﺘﺎ ﺳﺮه څﻪ ﺧﺒﺮي
اوﻛړم
-ﻫﻮ ..وﻟﯥ ﻧﻪ . .وﻟﯥ ﻧﻪ
او ﺑﻴﺎ ﻣﯥ ﺳﺮ ﺗﺮ ﭘﺎﻳﻪ ورﺗﻪ اوﻛﺘﻠﻮ -دا ﺳﺮه ﺳﭙﻴﻨﻪ ښځﻪ ،ﭼﯥ دَ ﺳﺮ ﭘﻪ ژﯦړو وﯦښﺘﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ څﻪ څﻪ
ﺳﭙﻴﻦ وﯦښﺘﻪ ﻫﻢ ﺷﻨﻪ ﺷﻮي وو ..ﭘﻪ ﻋﻤﺮ ﺗﺮ ﻣﺎ ﻏټﻪ ښﻜﺎره ﻛﯧﺪه ..ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﭘﻪ ښﻜﺎره ﻛړه وړه ډﯦﺮه
زړه ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ وﻧﻜﯥ او درﻧﻪ ﻣﻮﻧﯧﺪﻟﻪ -ګﻮره ﭼﯥ څﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ ورﻏﻠﻮ ..ﭼﯥ ﭘﻪ اوږه راټﺎل دَ
ﻛڅﻮړي ﻏﻮﻧﺪې ﺧړﺑﺨﻮن ﭘﺮس څﺨﻪ ﻳﯥ ﻳﻮ ﻛﺘﺎب راوﻳﺴﺘﻮ او واﺋﻲ..
-دا اﻟﺒﻢ اوګﻮره
ﭘﻪ ﺗګ ﺗګ ﻛﯥ ﭼﯥ ﻣﯥ څﻨګﻪ ﭘﺮاﻧﺴﺘﻠﻮ ،ﻧﻮ ﺑﻴﺎ واﺋﻲ..
-ﭘﻪ دې ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻮ ﻣﺎﺷﻮﻣﺎﻧﻮ ﺗﺼﻮﻳﺮوﻧﻪ دي ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﺦ او ﺷﺎﺗﻪ ﻫﻴڅﻮك ﻧﻪ ﻟﺮي
-ښﻪ ښﻪ ﻻﻛﻦ ....
ﻣﺎ ﺑﻪ اوس ﺧﺒﺮه ﻣﺨﺘﻪ ﻛﺸﻮﻟﻪ ،ﭼﯥ دې ﺑﻴﺎ وار ﻻس ﺗﻪ ﻛړو..
-دا ﻣﺎﺷﻮﻣﺎن ځﻤﻮﻧږ ﭘﻪ ﻓﻼﺣﻲ څﺎﻧګﻪ ﻛﯥ روزل ﻛﯧږي
-ﭼﺮﺗﻪ او څﻨګﻪ؟
ﻣﺎ ﭘﻮښﺘﻨﻪ اوﻛړه-
ﺧﻮ ،دې ﭘﻪ ﻣﺦ را اﻳﻠﻪ وﯦښﺘﺎن ﭘﻪ ﻻس ﺷﺎﺗﻪ واړوﻟﻮ او ﺳﺘﺮګﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ راﺗﻪ
واﭼﻮﻟﯥ ..ﻟﻜﻪ ﻣﺎ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ اﺻﻞ ﻣﻄﻠﺐ ﭘﻮﻫـ ﻛﻮي"
) ﺷﻮق " -اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل " ﻣﺦ (162 -
او ﻣﺨﺘﻪ داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ دَ ﻫﻐﯥ ﭘﻪ " اﺻﻞ ﻣﻄﻠﺐ" ﭘﻮﻫﻰ ﺷﻮى ﻫﻢ وي ..ﺧﻮ دَ
ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ دَ اﻧګﻠﯧﻨډ او ﭼﯧﺮﻳټﻲ ﻫﻮم ..دوه ﻣﺘﻀﺎد څﻴﺰوﻧﻪ دَ داﺳﯥ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮ ..ﭼﯥ
دَ ځﻮاب ﭘﻪ ﻟټﻮﻟﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ دَ ﻫﻐﯥ ﺳﺎرا ﺳﺮه ﻣﻠګﺮي ﻫﻢ ﻛړي ده -اوس ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮ رﻳښﺘﻮﻧﻲ
ﻣﺤﻘﻖ ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ دَ ﺳﺎرا ﺳﺮه ﻣﻠګﺮى ﺷﻮى دى ..ﺧﻮ ﻧﻘﺎداﻧﻮ ﭘﻪ دې ﻣﻠګﺮﺗﻴﺎ ﺑﺎﻧﺪې ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ګﻮﺗﻲ ﻧﻴﻮﻟﻲ دي -
څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ ﭘﻪ دې درﺳﺖ ﺗﻌﻠﻖ ﻛﯥ ﻣﺎﺗﻪ ﻫﻴڅ ﻫﻢ داﺳﯥ ﻏﯧﺮ اﺧﻼﻗﻲ ﻳﻮه ﻓﻘﺮه ﻫﻢ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻧﻪ راﻏﻠﻪ ..ﺧﻮ ځﻴﻨﻲ
ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرې ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ﭘﻪ ﺳﻮچ ﻛﻮﻟﻮ ﺿﺮور ﻣﺠﺒﻮره ﻛﻮي -ﻻﻛﻦ دا ﻫﻴڅﻮك ﻧﻪ ﺷﻲ ﺛﺎﺑﺘﻮﻟﻰ ﭼﯥ ګﻨﻲ
ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ دې درﺳﺖ ﺳﯧﻞ ﻛﯥ ﻳﻮه ﻫﻢ ﻏﻠﻄﻪ ﺧﺒﺮه ﻛړي وي -ﻧﻮ ځﻜﻪ زﻣﺎ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﻧﻘﺎد ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ
دا ﺧﺒﺮه ﺿﺮور ﺳﺮ اوﭼﺘﻮي ..ﭼﯥ ﻫﻐﻮئ دَ دې ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ اړه اﻋﺘﺮاﺿﺎت ﻟﻪ ﻛﻮﻣﻪ را ﻏﻮﻧډ ﻛړي دي ..
او ﻛﻪ ﻫﺴﯥ ﭼﺎ څﻪ ورﺗﻪ وﺋﻴﻠﻲ دي ..او ﻫﻐﻮئ ﻣﻨﻠﻲ دي -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ دَ ﺗﻮري ﺑﻴﭻ ﭘﻪ دې ﺳﯧﻞ ﻛﯥ ﻛﻠﻪ ﭘﻪ " ﺑﻴﻤﻮ" ﻳﻌﻨﯥ ټﺎﻧګﻪ ﻛﯥ ﻟﻪ ﻣﻠګﺮو ﺳﺮه ﺳﯧﻞ
ﻛﻮي ،ﻧﻮ دَ " ګﺮې ﻻﺋﻦ" ټﻮرزم واﻻ ګﺎﺋﻴډ ﭘﻪ ﻗﻮل دَ اﻧډوﻧﻴﺸﻴﺎ ﭘﻪ اړه ډﯦﺮ زﻳﺎت ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت او ﺳﻨﺴﻨﻲ ﺧﯧﺰي
ﺧﺒﺮي ﻫﻢ ډﯦﺮ ﭘﻪ ﻫﻨﺮ ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ ځﺎى ﻛړي دي -ﻟﻜﻪ دَ اﻧډوﻧﻴﺸﻴﺎ ﭘﻪ دﯦﺮﺷﻮ زرو ټﺎﭘﻮګﺎﻧﻮ ) ﺟﺰﻳﺮو( ﻛﯥ دَ
اﺳﻼم ﺧﭙﺮﯦﺪل او دَ ﻫﻨﺪواﻧﻮ ﭘﻪ ﻛﻠﭽﺮ ﻛﯥ دَ ﺑﯥ راروۍ ﻗﻴﺼﻮ ﻧﻪ ﻋﻼوه دَ " اﯦﺮﻳﺎن ﺟﺎﻳﺎ" ټﺎﭘﻮ ﭘﻪ اړه ځﻨﺎوري
اﻧﺴﺎﻧﻲ روﺋﻴﯥ ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﻫﻢ دَ رﺳﻢ او رواج ﻣﻬﻤﯥ روﺋﻴﯥ ﻳﺎدﯦږي -ﻧﻪ ﻳﻮاځﻲ دا ﺑﻠﻜﻪ دﻏﻪ ﺧﻠﻖ دَ دُښﻤﻦ
ﺳﺮوﻧﻪ دَ ﻫﻐﻮئ ﻟﻪ وﺟﻮدوﻧﻮ ﻧﻪ ځﻜﻪ ﺑﯧﻠﻮي او ځﺎن ﺳﺮه ﻳﯥ ﻣﺤﻔﻮظ ﺳﺎﺗﻲ ..ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ ﻗﻮل ﺑﻴﺎ ﻛﻠﻪ دَ ﻫﻐﻪ
دُښﻤﻦ روح ﻫﻢ ﻧﻪ ﺷﻲ دَ ﻫﻐﻮئ دُښﻤﻦ ﺟﻮړﯦﺪﻟﻰ -او ﻫﻐﻪ دښﻤﻨﺎن ﺑﻪ دَ ﻫﻐﻮئ ﺗﺎﺑﻊ وي ټﻮل ﻋﻤﺮ -دا او دا ﺳﯥ
ﻧﻮرې ﺧﺒﺮي ﭼﯥ ﺑﻴﺎ ﭼﺮﺗﻪ او ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﻣﺎ ﭘﻪ ﻧﻮرو ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻮ ﻛﯥ اوﻧﻪ ﻟﻴﺪﻟﯥ ..دﻟﺘﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻛﯥ
ﻣﻮﺟﻮدې دي -ﻫﻢ دﻏﻪ ادﺑﻲ ﻫﻠﯥ ځﻠﯥ دَ ﻫﻐﻪ اﻫﻤﻴﺖ دَ ﻳﻮ ﻟﻮﺋﻰ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎر ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ زﻳﺎﺗﻮي -ﭘﻪ دې ﺧﻮ
زه ورﺗﻪ ﭘﻪ ﺳﯧﻞ ﻛﯥ ﻏﺮك ﺗﺮك ﺳﯧﻼﻧﻲ واﻳﻢ -
دَ ﺗﻮري ﺑﻴﭻ او اﻧډوﻧﻴﺸﻴﺎ ﭘﻪ اړه دَ ﻧﻮرو ﺧﺒﺮو ﻧﻪ ﻋﻼوه اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﺑﻴﺮﺗﻪ دَ ﺗﻮري ﺑﻴﭻ ﻧﻪ ﭘﻪ
ﻛﺸﺘۍ ﻛﯥ ﺳﻨګﺎﭘﻮر ﺗﻪ ځﻲ ..ﻧﻮ ﭘﻪ ورﺳﺘﺌﻴﻮ ﻟﺤﻈﻮ ﻛﯥ دَ اﻧډوﻧﻴﺸﻴﺎ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ داﺳﯥ راﺋﻰ ﻗﻠﻤﺒﻨﺪ ﻛﻮي-
" اﺳﻼم او ﻛﻔﺮ ..دَ ښﻜﺎره ﺗﻀﺎداﺗﻮ ﭘﻪ اړه ﺗﺮ اوﺳﻪ ﻻ ﭘﻪ اﻧډوﻧﯧﺸﻴﺎ ﻛﯥ دَ ﻳﻮه ﺑﻞ ﭘﻪ ﺿﺪ ..ﻛﻪ ښﻜﺎره
ﻧﻪ ..ﭘټ ﭘﻪ ﭘټﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﭙﻞ ﻣﻨﻮﻧﻜﻲ روزي -ګﻮا دَ زرګﻮﻧﻮ ټﺎﭘﻮګﺎﻧﻮ ﭘﻪ دې ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ ﭼﯥ ﭼﺮﺗﻪ
ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎن ﭘﻪ ﺷﻤﯧﺮ زﻳﺎت ﻣﯧښﺘﻪ دي ..ﻫﻠﺘﻪ دَ ژوﻧﺪ ﻛﺎروﺑﺎر ﻧﻪ ﻳﻮازي ﺳﻮړ ،ﺑﻠﻜﻪ ﭘټ ﻫﻢ ﺗﺮ ﺳﺮه
ﻛﯧږي -ﺑﻴﺎ ﭼﯥ ﭼﺮﺗﻪ دَ ﻫﻨﺪواﻧﻮ او ﺳﻴﻜﻮﻟﺮ ﺧﻠګﻮ اﻛﺜﺮﻳﺖ دى ..ﻫﻠﺘﻪ ژوﻧﺪ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دَ ژوﻧﺪ ﭘﻪ
رﻧګﻪ دى ﺑﻠﻜﻪ دَ ﺳﯧﻼﻧﻴﺎﻧﻮ دَ ﺗﻔﺮﻳﺢ دﻳﺎره زړه ﺧﻮښﻮﻧﯥ ﻫﻢ ﻟﺮي -ﻣﺨﺘﻪ ﺑﻪ ګﻮرو ﭼﯥ ﻛﻮم ﻣﺬﻫﺐ او
ﻧﻈﺮﻳﻪ دَ اﻧډوﻧﯧﺸﻴﺎ ټﺎﭘﻮګﺎن ﭘﻪ ﺧﭙﻞ اﺛﺮ ﻛﯥ اﺧﻠﻲ ؟ ﻫﻮ ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ښﻜﺎري داﺳﯥ ﻟﻜﻪ اﺳﻼم ﭼﯥ
څﻮﻣﺮه ﭘﻪ ﺗﯧﺰۍ دا ټﺎﭘﻮګﺎن ﭘﻪ ﺧﭙﻞ اﺛﺮ ﻛﯥ اﻏﻴﺴﺘﻲ وو -ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ ﭘﻪ ﺗﯧﺰۍ ورڅﺨﻪ ﺧﺪاﺋﻰ ﭘﻪ
اﻣﺎﻧﻲ واﺋﻲ ..ﻟګﻴﺎ دى"
ﺷﻠﻤﻪ ﺻﺪۍ دَ ﭘښﺘﻮ ادب ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ دَ رڼﺎګﺎﻧﻮ ﺻﺪۍ ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻲ -ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻫﻢ دﻏﻪ ﺻﺪۍ دَ ﭘښﺘﻮ ادب
ﻫﺎﻏﻪ رواﺋﻴﺘﻲ ﭼﻮﻛﺎټ ﺗﻪ ﻳﻮ ﻏﯧﺮ رواﺋﻴﺘﻲ ﺷﻜﻞ ورﻛړو ..ﺧﻮ دَ دې ﺑﺪﻟﻮن ﻣﻘﺼﺪ دَ ﭘښﺘﻮ ادب او دَ ﺷﺎﻋﺮۍ
ﻫﺎﻏﻪ رواﺋﻴﺘﻲ اډاڼﯥ ﺗﻪ څﻪ ﻛﻼﺳﻴﻜﻲ ﻳﺎ ﻓﻨﻲ ﻟﺤﺎظ ﺳﺮه دَ ﺗﺒﺪﻳﻠۍ ﺧﻄﺮې ﻣﻨځ ﺗﻪ راوړل ﻧﻪ وو ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘښﺘﻮ
ادب او ﺷﺎﻋﺮۍ دَ ﺟﺪﻳﺪﻳﺖ ﭘﻪ ﻟﻮر ﺧﭙﻞ ﻣﻨﺰل ﭘﺌﻴﻞ ﻛړو -او ﭘﻪ دﻏﻪ ﻳُﻮن ﻛﯥ ﭘښﺘﻮ ادب ﭘﻪ ﻳﻮ ﺑﯧﺨﻲ ﻧﻮي ﺑڼﻪ
ﻛﯥ دَ ﻓﻦ او ﻫﻨﺮ ﭘﻪ اﺳﻤﺎن اوځﻠﯧﺪو -دا ﻫﺎﻏﻪ دور وو ﭼﯥ ﭘښﺘﻨﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ادﻳﺒﺎﻧﻮ دَ دﻏﻪ ﺟﺪﻳﺪﻳﺖ دَ ﻳﻮ ﻧﻮي
او ﺗﺎﺑﻨﺎﻛﻪ ﺳﺒﺎوْن اّﻏﺎز ﻫﻢ اوﻛړو -دﻟﺘﻪ اګﺮﭼﯥ دَ ﺧﺪاى ﺑﺨښﻠﻲ اﻣﯧﺮ ﺣﻤﺰه ﺷﻨﻮاري دَ ﻏﺰل رﻧګ دَ ﭘښﺘﻨﻲ
ﻛﻼﺳﻴﻚ ﺳﺮه ﺳﺮه دَ ﺟﺪﻳﺪﻳﺖ ﻳﻮ رﻧګ ﭘﻪ ﻏﻮرځﻨګ ﺧﻮ وو ..ﭼﯥ ﺑﻴﺎ ورو ورو دَ ﭘښﺘﻨﻮ دَ ټﻮﻟﻮ ﺳﻴﻤﻮ
ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ دﻏﻪ رﻧګ ﺧﭙﻞ ﻫﻢ ﻛړو او داﺳﯥ دَ ﺣﻤﺰه ﺑﺎﺑﺎ ﻓﻜﺮ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻧﻮي اﻧﺪاز دَ ﻫﺮ ﭘښﺘﻮن ادﻳﺐ ﭘﻪ ﻫﻨﺮي،
ﻓﻜﺮي او ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ وﺟﻮد ﺳﻴﻮرى ﺳﻴﻮرى ﺷﻮ -دې ﺳﺮه ﭘښﺘﻮ ادب ﻛﯥ دَ ﻣﻘﺼﺪﻳﺖ او ﻣﻌﻨﻮﻳﺖ ﻳﻮ ﺳﻤﺎﺟﻲ
ﺗﺤﺮﻳﻚ ﻫﻢ راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮ ﭼﯥ دَ ﭘښﺘﻮ ادب او ﺷﺎﻋﺮۍ ﺷﻜﻞ ﻳﯥ ﺑﯧﺨﻲ ﺑﺪل ﻛړو ..او داﺳﯥ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺳﻤﺎج
ډﯦﺮې ﻣﺴﺌﻠﯥ ﭘښﺘﻮ ژﺑﯥ او ادب ﭘﻪ ﺧﭙﻞ وﺟﻮد ﻛﯥ ډﯦﺮې ﭘﻪ ﻫﻨﺮ را وﻧﻐﺎړﻟﯥ !!..ﺧﻮ دا ﻫﻢ ﺣﻘﻴﻘﺖ دى ﭼﯥ
ځﻤﻮﻧږ دَ ﺳﻴﻤﻮ او وﻃﻦ ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﺳﻤﺎﺟﻲ ﺣﺎﻻت ﻫﺮ وﺧﺖ دَ ﻏﯧﺮ ﻳﻘﻴﻨۍ ښﻜﺎر وي او دﻏﻪ ﺣﺎﻻت ﭼﯥ دَ ﻳﻮ
ﭘښﺘﻮن ﺷﺎﻋﺮ ادﻳﺐ او ﻓﻨﻜﺎر ﭘﻪ ﻓﻦ او ﻫﻨﺮ ﭼﻜﻮﻧﻪ ﻟګﻮل ﺷﺮوع ﻛړي ﻧﻮ دﻏﻪ ادب او اّرټ ﺑﻪ ﻳﻘﻴﻨﺎً ﭼﯥ دَ ﻳﻮ
ﻧﻮي ﺳﻤﺎﺟﻲ ﺷﻌﻮر ﻋﻜﺎﺳﻲ ﻛﻮي -
دﻟﺘﻪ دَ دﻏﻪ ﻏﯧﺮ ﻳﻘﻴﻨﻲ ﺣﺎﻻﺗﻮ دَ ﻛﺒﻠﻪ دَ ﭘښﺘﻮ ادب او ﺷﺎﻋﺮۍ ﭘﻪ ﺟﺪﻳﺪه ﻗﺎﻓﻠﻪ ﭼﯥ دَ " ﺗﺠﺮﻳﺪﻳﺖ"
ﻛﻮم ﻳﻠﻐﺎر راښﻜﺎره ﺷﻮ ﻧﻮ دﻏﻪ رﻧګ دَ ﻳﻮ ﻣﺘﻨﺎزﻋﻪ ﺑﺤﺚ او ﻣﻮﺿﻮع دﭘﺎره ﻳﻮ ﻧﻮى ﻣﻴﺪان ﺗﻴﺎر ﻛړو -ﭘﻪ دې
ﺣﻮاﻟﻪ ﭼﯥ ﻛﻮم ﻧﻮى او ﺗﺠﺮﻳﺪي ﺑﺪﻟﻮن ﻣﻮﻧږ وﻳﻨﻮ ..ﻧﻮ دا ﺻﺤﻴﺢ ده ﭼﯥ دﻟﺘﻪ دَ اﺑﻼغ ﺑﯥ ﺷﻤﯧﺮه ﻣﺴﺌﻠﯥ ﻫﻢ
راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮې ..ﺧﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ﭼﯥ دَ ﻛﻮم ﺧﻮﻧﺪ او ﻛﯧﻔﻴﺖ ﺳﺮه ﻫﻢ ﻣﺦ ﺷﻮى دى ..ﻧﻮ دا ﻫﺮ څﻪ ﺧﻮ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ
ځﺎى ،ﺧﻮ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ دَ ﺳﻮچ او ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ ﺳﻮچ ﻛﻮﻟﻮ ﺻﻼﺣﻴﺖ دَ ﻳﻮ ﻧﻮي ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ ،ﻓﻜﺮي ﺷﻌﻮر ﺗﻪ دوام
ﻫﻢ ﺑﺨښﻠﻰ دى -دا ﻫﺎﻏﻪ رﻧګ دى ﭼﯥ دَ ﻫﺮ" ﻗﺎري" دَ ﺧﭙﻞ ﻓﻜﺮي ﺻﻼﺣﻴﺖ ﻳﻮ اﻣﺘﺤﺎن دى -ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ دﻏﻪ
ﻧﻮى ﺗﺠﺮﻳﺪي رﻧګ اوس دَ ﻣﻘﺒﻮﻟﻴﺖ ﭘﻪ داﺳﯥ ﻳﻮ ﻣﻘﺎم دى ﭼﯥ اوس دَ ﭘښﺘﻮ ژﺑﯥ ،ادب او ﭘﻪ ﺗﯧﺮه ﺗﯧﺮه دَ
ﺷﺎﻋﺮۍ ﻳﻮ ﻣﺠﺒﻮري او ﺿﺮورت ګﺮځﯧﺪﻟﻰ دى -او ﺑﯥ ﺷﻜﻪ ﭼﯥ دﻏﻪ رﻧګ دَ ﻧﻮوْ ﻧﻮوْ اﺳﺘﻌﺎرو ،ﻧﻮوْ ﻧﻮوْ
اﺷﺎرو ﻳﻮ داﺳﯥ ﻫﻨﺮي وﺟﻮد ﭘﻴﺪا ﻛړو ﭼﯥ ﻫﺮ څﻮك ﺑﻪ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻨﻲ !!..دﻏﻪ رﻧګ ﻛﻪ ځﻤﻮﻧږ دَ ﭘښﺘﻮ ﭘﻪ
ﺟﺪﻳﺪه اﻓﺴﺎﻧﻪ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ او ﻛﻪ ﭘﻪ اّزاد ﺗﺠﺮﻳﺪي ﻧﻈﻢ ..ﺧﻮ دَ دﻏﻪ رﻧګ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ﻛﯧﻔﻴﺖ او ﺧﭙﻞ ﺧﻮﻧﺪ دى -
دَ ﭘښﺘﻮ ادب دَ دې ﻧﻮي رﻧګ ﻧﻪ ځﻤﻮﻧږ ځﻮان ﻛﻬﻮل ﻧﯧﻎ ﭘﻪ ﻧﯧﻐﻪ ﻣﺘﺎﺛﺮه ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -او ﻫﺴﯥ ﻫﻢ ﻛﻪ
اوﻣﻨﻠﻰ ﺷﻲ ﻧﻮ اوس ﻟﻜﻪ ﭼﯥ دَ ژوﻧﺪ ﭘﻪ ﻧﻮرو ﭼﺎرو ﻛﯥ دَ ﺑﺪﻟﻮن ﺿﺮورت ﻣﺤﺴﻮﺳﻮﻟﻰ ﺷﻲ ..ﻧﻮ ادب ﺑﻪ څﻨګﻪ
دَ دې ﺑﺪﻟﻮن ﻻر ﻧﻪ څﺎري -ځﻜﻪ ﭼﯥ دَ ادب او دَ ﺷﺎﻋﺮۍ دَ ﻛﻮﻣﯥ رواﺋﻴﺘﻲ ﺑڼﯥ ﺳﺮه ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ اﺷﻨﺎ ﻳُﻮ ..ﻧﻮ دﻏﻪ
اﻧﺪاز او رواﺋﻴﺘﻲ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت اوس دَ ژوﻧﺪ دَ دې ﻧﻮي ﺗﻬﺬﻳﺒﻲ ﻋﻤﻞ ﭘﻪ څﻨګ ډﯦﺮ وراﺳﺘﻪ او زاړه ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -
ادب اوس دَ ژوﻧﺪ دَ ﻧﻮوْ ﻏﻮښﺘﻨﻮ ﺳﺮه څﻨګ ﭘﻪ څﻨګ ﺗﺨﻠﻴﻖ ﻛﻮل دَ ﻣﻌﻨﻮﻳﺖ او ﻣﻘﺼﺪﻳﺖ ﻳﻮه ﻻره ده -ﭘﻪ
دﻏﻪ ﻫڅﻮ او ﻛﻮﺷﺸﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ دَ ﻧﻮي ادب او ﺷﺎﻋﺮۍ ﺟﺎج اﺧﻠﻮ ..ﻧﻮ ﭘﻪ دې ﻣﺪ ﻛﯥ ځﻤﻮﻧږ دَ ځﻮان
ﻛﻬﻮل ﻫڅﯥ دَ ﻗﺪر وړ دي -دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﻮم او ﻛﺎر دَ ﭼﺎ ﻧﻪ ﭘټ ﻧﻪ دى -دې ښﺎﻏﻠﻲ دَ ﺧﭙﻞ ﻓﻨﻲ او
ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ اﻇﻬﺎر دﭘﺎره دَ ﻳﻮ داﺳﯥ اُﺳﻠﻮب ﻣﻼﺗړ ﻛړى دى ﭼﯥ ﭼﺎ ورﺗﻪ څﻪ اووې او ﭼﺎ څﻪ ..ﺧﻮ دَ ده ﭘﻪ دﻏﻪ
ﻓﻜﺮي او ﻫﻨﺮي رﻧګﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﺧﻮ څﻮك ﺳﻢ ﭘﻮﻫـ ﺷﻮي دي ..او ﻧﻪ ﻳﯥ ﺗﺮﯦﻨﻪ اﻧﻜﺎر ﻛړى دى -او دا ځﻜﻪ ﭼﯥ دَ ده
دﻏﻪ ﻧﻮى اﻧﺪاز دَ ﻋﺎم اوﻟﺲ دَ ذﻫﻨﻲ ﺳﻄﺤﯥ ﻣﻄﺎﺑﻖ ﻧﻪ دى ..ﺧﻮ دَ ﻳﻮې ﺗﻌﻠﻴﻢ ﻳﺎﻓﺘﻪ او ﭘﻮﻫﯥ ﻃﺒﻘﯥ دَ ﻳﻮ داﺳﯥ
ﻣﻌﻴﺎراو ﺿﻤﺎﻧﺖ ﻳﯥ ګڼﻠﻰ ﺷﻮ ،ﭼﯥ دَ ﺑﯧﻦ اﻻﻗﻮاﻣﻲ ﻣﻌﻴﺎر ﺳﺮه اوږه وﻫﻲ -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ او ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ دَ ذﻫﻨﻲ ،ﻧﻔﺴﻴﺎﺗﻲ ،روﺣﺎﻧﻲ او ﻧﻔﺴﺎﻧﻲ ﻣﺴﺌﻠﻮ ذﻛﺮ
ﻛړى دى ﻧﻮ دا ﻳﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ اﻳﺠﺎداﺗﻮ ﻛﯥ دَ ﻳﻮ ﻧﻮي رواﻳﺖ ﺑﻨﻴﺎد اﻳښﻰ دى -او داﻳﯥ ﺛﺎﺑﺖ ﻛړي دي
ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻣﺜﺎل دَ اّﺋﻴﻨﯥ دى او ﭘﻪ اّﺋﻴﻨﯥ ﻛﯥ ﻫﺮ څﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ اﺻﻞ رﻧګ او ﺑڼﻪ ښﻜﺎري -او دا دَ ﻳﻮ رښﺘﻮﻧﻲ
ﺷﺎﻋﺮ او ادﻳﺐ اﺧﻼﻗﻲ ﻓﺮض ﻫﻢ ګﺮځﻲ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ وﺧﺖ ﺻﺤﻴﺢ ﻋﻜﺎس ﺛﺎﺑﺖ ﺷﻲ -ځﻜﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ټﻮﻧﻲ
ﻛﯥ څﻪ ﻧﻪ ﻛﯧږي ؟ ..ﻫﺮ څﻪ ﺧﻮ ﻛﯧږي -ﻫﻢ دﻏﻪ ﻓﺮض ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ دې ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻮق ﺳﺮﺗﻪ رﺳﻮﻟﻰ دى -څﻪ ﭼﯥ
ﻳﯥ ﻟﻴﺪﻟﻲ ﻛﺘﻠﻲ ..ﻫﻐﻪ ﻳﯥ ﻟﻴﻜﻠﻲ دي ..ﺧﻮ ﭘﻪ اﺧﻼﻗﻲ او اﻓﺴﺎﻧﻮي ﻳﺎ ﺷﻌﺮي ﺷﯧﺮﻳﻨﻪ ﻟﺐ و ﻟﻬﺠﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ډﯦﺮ
ﻫﻨﺮ او ﻓﻦ ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ -ﻫﻐﻪ داﺳﯥ ځﻜﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ دﻏﻪ رﻧګﻪ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت دَ اﻧﺴﺎن او اﻧﺴﺎﻧﻲ ژوﻧﺪ
او ټﻮﻟﻨﯥ دَ ﻓﻄﺮي روﺋﻴﻮ ،ﻓﻄﺮي ﺟﺒﻠﺘﻮﻧﻮ ﺧﺎﺻﻪ ګڼﻠﻰ ﺷﻲ -دَ ده دﻏﻪ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت ﭘﻪ ادب ﻛﯥ راځﺎﺋﻴﻮل دَ
ﺧﭙﻞ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﯥ ذﻫﻨﻲ او ﺟﻨﺴﻲ ﻋﻴﺎﺷۍ ﺗﻪ را ﻧﻴږدې ﻛﻮل ﻧﻪ دي ..ﺑﻠﻜﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻓﻄﺮت ﭘﻪ ﻳﻮ ډﯦﺮ ﺳﺮورﻧﺎﻛﻪ
ﻛﯧﻔﻴﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﭘﯧﮋﻧﻲ -
دې ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ ﭼﯥ دَ دُﻧﻴﺎ ﻛﻮم ګﻮټ ﺗﻪ ځﺎن رﺳﻮﻟﻰ دى ..دَ ﻫﺎﻏﻪ دُﻧﻴﺎ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺳﻤﺎج ..او
ټﻮﻟﻨﯥ ﭘﻪ رګ رګ ﻛﯥ ځﺎن ﻧﻨﻮﻳﺴﺘﻰ دى -او ﺑﻴﺎ ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﺧﭙﻠﯥ ﺧﺎورې ﺗﻪ راﻏﻠﻰ دى ..ﻧﻮ دَ ﻫﺎﻏﻪ دُﻧﻴﺎ ښﻪ
اﺛﺮات ﻳﯥ ﭘﻪ ډﻳﺮ ﻣﺜﺒﺖ اﻧﺪاز ﻛﯥ دَ ﺧﭙﻞ وﻃﻦ ﭘﻪ ﺧﺎوره او اوﻟﺲ ﭘﻴﺮزوْ ﻛړي دي -دَ اﻧﺼﺎف او اﻳﻤﺎﻧﺪارۍ ،دَ
اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ او ﺑﺸﺮ دوﺳﺘۍ دَ ﺟﺬﺑﻮ ﭘﻪ داﻧﻪ داﻧﻪ ﺳﻨﺪرو ﻳﯥ دَ ﺧﭙﻞ وﻃﻦ دَ ﺑﺪاﻣﻨۍ ،ﺑﺪ دﻳﺎﻧﺘۍ ،ﺑﯥ اﻧﺼﺎﻓۍ
او ﻛﺮﻛﯥ ﻣﺎﺣﻮل ﻛﻪ ﻳﻮ ﻃﺮف ﺗﻪ ﻏﻨﺪﻟﻰ ﻫﻢ -ﻧﻮ ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ ﻳﯥ دَ دې ﺧﻠﻘﻮ اﻧﺪرون ﭘﻪ ډﯦﺮو ﻣﻌﺎﻣﻠﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ
ﻣﺜﺒﺘﻲ اﻧﺪاز ډك ﻫﻢ ښﻮدﻟﻰ او ﺳﺘﺎﺋﻴﻠﻰ دى -ﻳﻌﻨﯥ ﻫﻐﻪ ﻏﯧﺮ ﺟﺎﻧﺒﺪاره ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮى دى او ښﻪ ﺗﻪ ﻳﯥ ډﯦﺮ ښﻪ
او ﺑﺪو ﺗﻪ ډﯦﺮ ﺑﺪ وﺋﻴﻠﻲ دي -دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دﻏﻪ ﻛﻮﺷﺸﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺣﻴﻘﻴﺖ دا دى ﭼﯥ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺑﯥ
ﺣﺴﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻣﺎﺣﻮل ﻛﯥ دَ ﻣﻘﺼﺪﻳﺖ او ﻣﻌﻨﻮﻳﺖ ﺗﺤﺮﻳﻚ ﺧﻮ ﻧﻪ ﺷﻲ راﭘﻮرﺗﻪ ﻛﯧﺪﻟﻰ ..ﺧﻮ دﻏﻪ ﻳﻮ ﻗﺪم دَ
ﻣﻘﺼﺪﻳﺖ دَ ﻳﻮې ﻧﻮي دُﻧﻴﺎﭘﻪ ﻟﻮر ړوﻣﺒﻰ ګﺎم ﺿﺮور دى -دَ دې اﻳﻜﻲ ﻳﻮاځﯥ رښﺘﻮﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮاﻓﻀﻞ ﺷﻮق
ادﺑﻲ ﻣﺮام دَ ﭘښﺘﻨﻮ دَ اوده ﻓﻜﺮي ﺷﻌﻮر ﻧﻪ دَ رواﻳﺎﺗﻮ ﻫﺎﻏﻪ ﺧﭙﺴﻪ ﭘﺎڅﻮل دي ..ﭼﯥ دَ ده ﺗﻬﺬﻳﺒﻲ ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ ﻳﯥ
دَ ﺧﭙﻠﻮ ﭘﻨﺠﻮ دﻻﻧﺪي ﻛړي ده -ﺧﻮ دَ ده دﻏﻪ ټﻮﻟﯥ ﻫڅﯥ او ﻛﻮﺷﺸﻮﻧﻪ ﻧﻮي اﻧﺴﺎﻧﻲ ژوﻧﺪ او ﻧﻮوْ اﻧﺴﺎﻧﻲ
ﻣﺴﺌﻠﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻧﻮي اﻧﺪاز او ﻳﻮ ﻧﻮي ﻧﻔﺴﻴﺎﺗﻲ زاوﻳﻪ ﻛﺘﻞ دي -او دﺋﻰ دَ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ اﻧﺪاز واﺣﺪ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻣﺤﺮك
دى ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻞ اوﻟﺲ ﭘﻪ ذﻫﻨﻲ ،ﻓﻜﺮي او ﻧﻔﺴﻴﺎﺗﻲ ﻣﺪوﻧﻮ ﺧﻮر دى -دَ ده ﻫﺮ ﺳﻔﺮ دَ ﺧﭙﻞ ذات ﻧﻪ دَ ﻳﻮ داﺳﯥ
ﺳﻔﺮ اّﻏﺎز دى ﭼﯥ دَ ﻓﻦ او ﻫﻨﺮ ﭘړاوْﻧﻪ ﻟﺮي ..دَ ﻣﻴﻨﯥ او ﻣﺤﺒﺖ ﺳﺘﻮﻣﺎﻧۍ ﻟﺮي ..دَ ﻫﻤﺖ او اﺳﺘﻘﺎﻣﺖ ﻻرې
ﻟﺮي ..دَ ﻓﻜﺮ او ﻧﻈﺮ اّﺳﻤﺎﻧﻮﻧﻪ ﻟﺮي ..دَ ﺟﺬﺑﻮ او اﺣﺴﺎﺳﺎﺗﻮ ښﺎﺋﺴﺘﻮﻧﻪ ﻟﺮي ..دَ ﻳﻮ ﻧﻮي ﺳﻮچ ،ﻳﻮ ﻧﻮي اﻧﺪاز
داﺳﯥ ﻓﻜﺮي ﭘﯧﺮﻫﻦ دى ﭼﯥ دَ ﻟﻔﻈﻮﻧﻮ ښﺎﺋﺴﺘﻪ ﺗﻦ ﺑﺪن ﺗﻪ دَ ﻧﻮوْ ﻧﻮوْ ﻣﻨﻈﺮوﻧﻮ ﺷﻮﺧﯥ اﺷﺎرې ﻛﻮي ..او
اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻧﻈﺮ او ﻓﻄﺮت دَ ﻧﻮوْ ﻧﻮوْ ﻛﯧﻔﻴﺘﻮﻧﻮ ﺳﺮه اﺷﻨﺎ ﻛﻮي ..ﭘﻪ داﺳﯥ ښﺎﺋﺴﺘﻪ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ دَ ده ﻓﻜﺮي او
ﺟﺴﻤﺎﻧﻲ وﺟﻮد دَ ﻛﻮﻣﻮ ﻛﻮﻣﻮ ﭘړاوْﻧﻮ ﻧﻪ ﺗﯧﺮ ﺷﻮى دى ..ده ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﻛﯥ دَ ﻧړۍ اوﻟﺲ ﺳﺮه دَ ﺧﭙﻞ
ذﻫﻨﻲ او زﻣﻴﻨﻲ رﺷﺘﻮ ﻳﻮې ﻳﻮې ﺗﻬﺬﻳﺒﻲ رﺷﺘﯥ ﺗﻪ دوام ورﻛﻮل وو -ﭘﻪ دﻏﻪ ﺣﻮاﻟﻪ دَ ده ذات او ﺷﺨﺼﻴﺖ دَ
ﻣﻴﻨﯥ او ﻣﺤﺒﺖ اﺳﺘﻌﺎره ګڼﻞ ﭘﻜﺎر دي -
ﻣﺎﺗﻪ ﺧﻮ داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﭘښﺘﻨﻲ ﺳﻤﺎج ډﯦﺮ ﺗﻀﺎداﺗﻮ دﺋﻰ ﭘﻪ دﻏﻪ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﻛﻮﻟﻮ
ﻣﺠﺒﻮر ﻛړى دى ..ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ده دَ ﺧﭙﻞ وﺟﻮد او ذات ﻧﻪ دَ ﺳﻔﺮ ﻛﻮﻟﻮ اراده ﻛړي ده ..ﻧﻮ دَ دﻏﻪ درد ﭘﻪ ﭘﻪ ﺷﺎ
ځﻤﻮﻧږ دَ وﻃﻦ دَ ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﻓﻜﺮي ﻧﻈﺎم وﺟﻮد ﻫﻢ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ راځﻲ -او دﻏﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﻓﻜﺮي ﻧﻈﺎم ﺧﻼف دَ ده
ذات او وﺟﻮد ﭘﻪ اﺣﺘﺠﺎج ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -ﺧﻮ دَ ده دا اﺣﺘﺠﺎج دَ ﺧﻮﻧﺪ او ﻣﺰې ﭘﻪ دې دى ﭼﯥ دَ دې ﻧﻪ دﺋﻰ ..ﻳﻮ
ﻓﻜﺮي او ﺳﻤﺎﺟﻲ اﻧﻘﻼب ﺗﻪ ﻻر راوﺑﺎڅﻲ ..ﻧﻪ ﭼﯥ ده ﺗﻪ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ټﻮﭘﻚ ورﻛﻮي !!..ځﻜﻪ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ډاډ
وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ ..ﭼﯥ دَ ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻮق ﭘﻪ اﺣﺘﺠﺎج ﻛﯥ ﺑﻐﺎوت ﺧﻮ ﺷﺘﻪ ..ﺧﻮ ﺟﺒﺮ او زور ﭘﻪ ﻛﯥ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻟﻴﺪﻟﻰ -دﻏﻪ
رﻧګﻪ دَ ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻮق ﺷﺎﻋﺮى ﻫﻢ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﺨﺼﻮص ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ ﻣﺰاج ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ﺧﭙﻞ رﻧګ او ﺧﻮﻧﺪ ﻟﺮي -
" ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻫﺎﻏﻪ ﻓﻜﺮي ﭘړاوْﻧﻮ ﻳﻮ ﻣﺴﻠﺴﻞ ﺳﻔﺮ دى ﭼﯥ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ
دَ ﻫﻐﻪ دَ وﺟﻮد ﻳﻮ ﻓﻜﺮي اﻇﻬﺎر دى ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ ژوﻧﺪ دَ ژوري ﻣﻄﺎﻟﻌﯥ ،دَ ﻣﺤﺒﺖ دَ ﻳﻮ ﻧﺎوﻳﺎﺗﻪ وﺟﻮد دَ ﻟټﻮن
ﻳﻮ داﺳﯥ ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ ﻛﻮﺷﺶ دى ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﺮ ﻗﺪم ﻳﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ روﻣﺎﻧﻮي ﻓﻄﺮت دَ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ څﯧﺮو ﺳﺮه اﺷﻨﺎ ﻛړى دى-
دﻏﻪ ټﻮﻟﯥ څﯧﺮې ﻛﻪ ﻫﺮ څﻮ اﻧﺴﺎﻧﻲ څﯧﺮې دي ﺧﻮ دَ ﻫﻐﻪ ﻓﻜﺮي او ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ رﻧګ ورﺗﻪ دَ ښﺎﭘﯧﺮو ﺷﻜﻠﻮﻧﻪ
ورﻛړي دي -او ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ دې ﺣﻮاﻟﻪ دَ دﻏﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ څﯧﺮو ﭘﻪ ﺷﺎ دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻋﻼﻣﺘﻲ اﭘﺮوچ ﺗﻪ
اوګﻮرو ..ﻧﻮ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ څﯧﺮو دﻏﻪ ﻟټﻮن او څﯧړﻧﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ دې ﻓﻜﺮي ﻋﻤﻞ ﻧﻪ ﻣﺨﺘﻠﻒ ﻋﻼﻣﺘﻮﻧﻪ ﺟﻮړوي -دﻏﻪ
ﻋﻼﻣﺘﻮﻧﻪ او ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ اﺳﺘﻌﺎرې ﻫﺮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﺗﻪ دَ ﺑﯥ ﺷﻤﯧﺮه ﻣﻌﻨﻮ ﻳﻮ ﺟﻬﺎن ﭘﺮاﻧﺴﺘﻲ -ﻫﻐﻪ ﭘﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ
ټﻮﻟﻨﻪ ﻛﯥ دَ ﻣﻴﻨﯥ وﺟﻮد او ﻣﻌﻨﯥ دَ ﻳﻮ ﺛﺎﺑﺖ اﻧﺴﺎﻧﻲ وﺟﻮد ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ګﻮري ..ﻧﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻳﻮ اﻧﺴﺎﻧﻲ وﺟﻮد
ﻛﯥ ﺻﺮف او ﺻﺮف ﻳﻮې وﻗﺘﻲ ﺟﺬﺑﯥ ﭘﻪ رﻧګ ﻛﯥ ..او دا ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ " ﻣﻴﻨﻪ" دَ اﻣﻦ ﻳﻮه داﺳﯥ ﻻر ګڼﻲ ﭼﯥ
دَ ﻧړۍ اوﻟﺲ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ راﻧﻴږدې ﻛﻮي -او دَ دوئ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ ﻣﺎدي ،ﻟﺴﺎﻧﻲ او ﻧﻔﺴﻴﺎﺗﻲ ﻛږﻟﯧﭽﻮﻧﻪ ﻟﺮي ﻛﻮي -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛﻪ ﻧﻮرو اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺗﻬﺬﻳﺒﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻛﺘﻨﻪ ﻛﻮي ..ﻧﻮﻫﻢ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﭘښﺘﻨﻲ ﺗﻬﺬﻳﺐ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ وي -دَ دُﻧﻴﺎ دَ
ﺗﺮﻗﻲ ﻳﺎﻓﺘﻪ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ اوﻟﺲ او دَ ﻫﻐﻮئ دَ ﺳﺎﺋﻨﺴﻲ ،ﻋﻠﻤﻲ او ﻓﻜﺮي اﻧﻘﻼﺑﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﺟﻬﺎن ﻛﯥ ورﺗﻪ دَ ﺧﭙﻞ
ﭘښﺘﻨﻲ ﻗﻮم وﺟﻮد او ﻓﻜﺮ دَ ﻳﻮې داﺳﯥ ﺗﺘﯥ وړې ﻧﻘﻄﯥ ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ﺑﺮﯦښﻲ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺷﻌﻮر او ﻓﻜﺮ ﻧﻪ
ډك ﻧﻈﺮ ﻳﯥ دَ ﺧﭙﻠﻮ رڼﺎګﺎﻧﻮ ﭘﻪ زور دَ ﻓﺮاﺧﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻫڅﻪ ﻛﯥ ښﻜﺎري -
اوس ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ دَ دې ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻣﻌﻨﻮ ﺳﻮچ اوﻛړو ﻧﻮ دا ﺑﻪ ځﻤﻮﻧږ دَ ﻓﻜﺮ او ﺳﻮچ اﻣﺘﺤﺎن ﺷﻲ ﻛﻪ ښﺎﻏﻠﻰ
ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ دې ﻗﺪم ﻣﻮﻧږ ﺳﺘﺎﺋﻴﻮ او ﻛﻪ ﻏﻨﺪو ﻳﯥ -دَ ﻳﻮ ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﺑﻞ ﺗﻪ ﻧږدې ﻛﯧﺪل ﻛﻪ ﻫﺮﺟﺎﺋﻲ ﺗﻮب دى ..ﺧﻮ ﻳﻮ
ﺷﺎﻋﺮ او ادﻳﺐ دَ دې ﺗﻬﻤﺖ ﻧﻪ ﻣﺒﺮا دى ..ځﻜﻪ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﺑﻞ ﺗﻪ ﻧږدﯦﻜﺖ دَ ﻳﻮې وﻗﺘﻲ ﺟﺴﻤﺎﻧﻲ ﻋﻴﺎﺷۍ ﻣﻘﺼﺪ
ﻧﻪ وي ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ او ﻣﺤﺒﺖ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ ﻧﺰدﯦﻜﺖ دَ ﻳﻮې ښﯥ اﻧﺴﺎن دوﺳﺘۍ ﺣﺬﺑﻪ ﭘﻪ دوام ﻛﯥ ﺳﺎﺗﻞ وي -
دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍﻛﯥ دَ څﯧﺮې ﻳﺎ دَ څﯧﺮو ﻳﻮ ﻣﺴﻠﺴﻞ ﺗﻜﺮار ﭘﻪ ﻧﻈﺮ راځﻲ -ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ
ﭼﯥ ﻣﺨﻜﯥ ﻫﻢ اووﺋﻴﻞ ﺷﻮ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ ﻫڅﻪ ﭘﻪ ﺑﯧﻠﻮ ﺑﯧﻠﻮ ﻣﻮﻗﻌﻮ ﻳﺎ ځﺎﻳﻮﻧﻮ دَ ﻳﻮې ښځﯥ دَ وﺟﻮد راوړﻧﻪ ﻧﻪ
ده ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ده دﻏﻪ ﻟټﻮن ﻫﺎﻏﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ څﯧﺮه ده ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﺮ ﻟﺤﺎظ ﻣﻜﻤﻠﻪ وي -اوس ﻛﻪ ﻫﻐﻪ دَ ښځﯥ وﺟﻮد وي
او ﻛﻪ دَ ﻧﺮ ..ﻳﺎ ﺑﻴﺎ دﻏﻪ څﯧﺮې ﻫﻐﻪ ﻛﻪ دَ ﻧﻮرو ﻋﻼﻣﺘﻮﻧﻮ ..ﻧﻮرو اﺷﺎرو ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ﻣﺨﻲ ﺗﻪ راوړي ..ﻧﻮ دﻏﻪ
اﭘﺮوچ ﺗﻪ ﻣﻮﻧږ ﻳﻮ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﻛﻮﺷﺶ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ -ﭼﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ څﯧﺮو ﻛﯥ ﻳﯥ دَ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺳﺘﻌﺎرو او
اﺷﺎرو ﻧﻪ ﻛﺎر اﻏﻴﺴﺘﻰ دى -ځﻤﻮﻧږ دا ډﯦﺮه ﺑﺪﻗﺴﻤﺘﻲ ده ﭼﯥ ﻫﺮ څﻮ ﻛﻪ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ادب ﻛﯥ دَ ﺗﺨﻠﻴﻖ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ
زﻳﺎت ﻛﺎر ﺷﻮى دى ) ..دَ ﻣﻌﻴﺎر ﺧﺒﺮه ﻧﻪ ﻛﻮم( ﺧﻮ ﭘښﺘﻮ ادب ﻻ دَ ﺻﺤﻴﺢ ﺗﻨﻘﻴﺪ ﻧﻪ ﺧﺎﻟﻲ دى -ﻛﻪ دَ ګﻮﺗﻮ ﭘﻪ
ﺷﻤﯧﺮ څﻮ ﻧﻘﺎدان ﺷﺘﻪ ﻫﻢ ﺧﻮ دوﻣﺮه ﺳﻄﺤﻲ دي ﭼﯥ ﭘﻪ اﺷﺎرو ،ﻛﻨﺎﺋﻌﻮ ..ﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧږي -دﻟﺘﻪ ﺑﻪ زه ﻫﺎﻏﻪ ﻟﻴﻜﻮال
ﻳﺎ ﺷﺎﻋﺮ ادﻳﺐ ﺗﻪ ﻫﻢ ﺑﺪﻗﺴﻤﺘﻪ اوواﻳﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻛﯥ دﺋﻰ ﭘﻪ ښﻜﻠﻮ ښﻜﻠﻮ ﻋﻼﻣﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ
ژوﻧﺪ ..دَ اﻧﺴﺎن دوﺳﺘۍ او ﺑﻼ ډﯦﺮو اﻧﺴﺎﻧﻲ او ﺳﻤﺎﺟﻲ اﻟﻤﻴﻮ ﺧﺒﺮه ﻛﻮي -ﺧﻮ ادراك ﻧﻪ ﻟﺮي او ﻧﻪ ﭘﺮې ځﺎن
ﭘﻮﻫﻪ وي -او ﺑﻴﺎ ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ ښﺎﻏﻠﻰ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻢ ﭘﻪ دﻏﺴﯥ ﻟﻴﻜﻮاﻟﻮ ﻛﯥ ﻣﻮﻧږ وﻳﻨﻮ ﭼﯥ دَ ﻋﻼﻣﺖ ﻧګﺎرۍ
ﻳﻮ ﻧﻮى اﻧﻘﻼﺑﻲ ﺗﺤﺮﻳﻚ ﻳﯥ راﻣﺨﻲ ﺗﻪ ﻛړى دى -ﻛﻪ ﭼﺮﺗﻪ دا ښﺎﻏﻠﻰ ﭘﻪ ﺑﻠﻪ ژﺑﻪ ﻛﯥ وى ﻧﻮ ده ﺗﻪ ﺑﻪ ذﻫﻨﻲ
ﻋﻴﺎش ﻧﻪ ﺷﻮ وﺋﻴﻠﻰ ..ﺑﻠﻜﻪ اﻧﺴﺎن دوﺳﺖ او اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺑﺸﺮ ﻣﺌﻴﻦ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ -
ﺧﭙﻠﻪ زه دَ ﺧﭙﻞ ځﺎن دﭘﺎره ﭘﻪ دې ﻟﻴﻜﻨﻮ ﻳﺎ دَ ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻮق دَ ﺷﺎﻋﺮۍ او ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﭘﻪ ﺗﻨﻘﻴﺪي ﺟﺎﺋﺰه
اﻏﻴﺴﺘﻠﻮ ﻫﻢ دَ ﻫﺎﻏﻪ ﺧﻄﺮو اﻣﻜﺎﻧﺎت دَ وړاﻧﺪي ﻧﻪ وﻳﻨﻢ ﭼﯥ زه ورﺳﺮه دَ دې ﻟﻴﻜﻨﻮ ﻧﻪ ﭘﺲ ﻣﺦ ﻛﯧﺪى ﺷﻢ -
ﻣﻘﺼﺪ ﻣﯥ ﺑﻴﺎ ﻫﺎﻏﻪ ذاﺗﻲ ﻣﺨﺎﻟﻔﺘﻮﻧﻪ دي ..ﻫﺎﻏﻪ ذﻫﻨﻲ روﺋﻴﯥ دي ﭼﯥ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻛﯥ دَ ﻳﻮ ﻧﺮ دﭘﺎره ﻫﻢ
وي ..ﻧﻮ زه ﺧﻮ ﻻ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﺗﻮرﺳﺮو ﻛﯥ راځﻢ -ﺧﻮ ﺧﺪاى ګﻮاه دى ﭼﯥ دا ﺑﻪ دَ ﻫﺮ ادﻳﺐ او ﺷﺎﻋﺮ ﻳﻮه ادﺑﻲ او
اﺧﻼﻗﻲ ﺑﯥ اﻧﺼﺎﻓﻲ او ﺑﺪ دﻳﺎﻧﺘﻲ وي ﻛﻪ ﻫﻐﻪ دَ دﻏﺴﯥ ښﻮ ﺗﺨﻠﻴﻘﺎﺗﻮ دَ ﻣﻌﻴﺎر ﺳﺘﺎﺋﻴﻨﻪ او ډاډګﻴﺮﻧﻪ اوﻧﻪ
ﻛړي !!..ﺑﻞ ځﻤﺎ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل ﭘﻪ دﻏﺴﯥ ﻛﻮﺷﺸﻮﻧﻮ دَ ﭘښﺘﻮ ادب دﭘﺎره دَ ﻫﺎﻏﻪ ﺑﺎزاري او ﻗﺼﻪ ﺧﻮاﻧﻲ رﻧګ ادب
ﻣﺨﻪ ﻫﻢ ﻧﻴﻮﻟﻰ ﺷﻮ -ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻠﻮ ذاﺗﻲ ﻣﻔﺎداﺗﻮ دﭘﺎره دَ ﭘښﺘﻮ ژﺑﯥ او ادب ﺷﻤﻠﯥ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺳﭙﻚ ﻧﻈﺮ ګﻮري -زﻣﺎ
ﭘﻪ ﺧﻴﺎل ﺿﺮورت دَ دې ﺧﺒﺮې دى ﭼﯥ ﭘښﺘﻮ ادب ﭘﻪ ﺑﺎزاري ادب ﺧﭙﻞ وﺟﻮد ﻧﻪ ﺷﻲ ﺷﺘﻪ ﻛﻮﻟﻰ -ﻛﻪ ﭼﺮې
ﻣﻮﻧږ دَ ﺧﭙﻠﯥ ژﺑﯥ او ادب دَ ژوﻧﺪي ﭘﺎﺗﯥ ﻛﯧﺪو دﭘﺎره ﺳﻮچ ﻛﻮوْ ﻧﻮ داﺳﯥ ادب ﺑﻪ وړاﻧﺪې راوﻟﻮ ..ﭼﯥ وﺧﺖ
او زﻣﺎﻧﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ دَ ﻫﻐﯥ دَ ﻣﻌﻴﺎر ټﺎﻛﻨﻪ اوﻛړي ..او ﺗﺎرﻳﺦ ورﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﭘﺎڼﻮ ﻛﯥ ځﺎى ورﻛړي -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق
ﻫﻢ دَ دې ﺳﻮچ ﻻﻧﺪې ادب ﺗﻪ اوږې ورﻛﻮي -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ،دَ ﻧﻦ دَ اﻧﺴﺎﻧﯥ روﺋﻴﻮ ﻧﻪ ﻣﻄﻤﺌﻴﻦ ﻧﻪ ښﻜﺎري او اﻧﺴﺎﻧﺎن ﭘﻪ ځﻨﺎوري ﺧﻮﻳﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻟړﻟﻲ
ﺑﻮﻟﻲ ..اﻧﺴﺎﻧﺎن ،ﻛﻪ ﻫﻐﻪ دَ ﭘښﺘﻨﻲ ﺑڼﻪ ﻟﺮي او ﻛﻪ دﻏﻪ اﻧﺴﺎﻧﺎن دَ ﻣﻐﺮﺑﻲ ﻧړۍ ﻧﻪ ﺗﻌﻠﻖ ﻟﺮي ..ﭼﯥ ځﺎﻧﻮﻧﻮ ﺗﻪ
ﻣﺜﺎﻟﻲ اﻧﺴﺎﻧﺎن واﺋﻲ -ځﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻛﺘﺎب " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻛﯥ دَ ﺷﻠﻤﻲ او ﻳﻮﻳﺸﺘﻤﻲ ﺻﺪۍ اﻧﺴﺎن ﺗﻪ
ﻏﺮﺿﻲ او ﻏﺮﺋﻴﺰ ځﻨﺎور ﻫﻢ ﭘﻪ ﺑﻼ ډﯦﺮو ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ وﺋﻴﻠﻲ ﺷﻮي دي ..ﺧﻮ ﭘﻪ ډﯦﺮ ﺷﻌﺮي ﻫﻨﺮ ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرو
او ﻛﻨﺎﺋﻌﻮ ﻛﯥ ..ﻻﻛﻦ ﭘﻪ دې ﻻﻧﺪﯦﻨﻲ ﻧﻈﻢ " دَ ﻧﻦ اﻧﺴﺎن او..؟" ﻫﻐﻪ ډﻳﺮ زﻳﺎت ډاﺋﺮﯦﻜټ ﺷﻮى دى او ﭘﻪ ﺻﻔﺎ
.. ﺗﻮرو ﻛﯥ واې
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ،ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻢ دَ ﻧﻦ اﻧﺴﺎن دى ..دَ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ اړه داﺳﯥ راﺋﻴﯥ دَ اﻧﺴﺎن دښﻤﻨۍ دَ ﻣﺨﻲ ﻧﻪ
ﻛﻮي ..ﺑﻠﻜﻪ ځﺎن ﻫﻢ دَ دې اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺟﻬﺎن وګړى ګڼﻲ او ﭘﻪ داﺳﯥ ﻏﯧﺮ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺣﺮﻛﺘﻮﻧﻮ او روﺋﻴﻮ ﺷﺮﻣﻨﺪګﻲ
ﻛﻮي -ﻫﻐﻪ ،اﻧﺴﺎن دَ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﺑڼﻪ ﻛﯥ ﻟﻴﺪﻟﻮ ﺧﻮب دوﻣﺮه ﺳﺘړى ﻛړى او ﭼﻴﭽﻠﻰ دى ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﻳﯥ
ﺗﺮاﺧﻪ دَ رښﺘﻴﺎ وﺋﻴﻠﻮ ﺗﺮ ﺣﺪه ځﺎى ﺷﻮي دي -ﺧﻮ ﺑﺪ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻫﻴﭽﺎ ځﻜﻪ ﻧﻪ ﻟګﻲ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺻﺤﻴﺢ واي ..او دَ
زړه ﺧﺒﺮي راوﺑﺎﺳﻲ ..ځﻜﻪ ﺧﻮ ﭘﻪ زړوﻧﻮ ښﯥ او ﺧﻮږې ﻟګﻲ -داﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳﯧږي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﻳﻮ ښﻪ رښﺘﻮﻧﻲ
ﺷﺎﻋﺮ ﺳﺮه ﺳﺮه ﻳﻮ ﻏﯧﺮ ﺟﺎﻧﺒﺪاره ﻣﻮرخ ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻫﻨﺮ او ﭘﻪ ډﯦﺮ اﺧﺘﺼﺎر واﻗﻌﺎت او ﻣﺸﺎﻫﺪات ﻧﻈﻢ
ﻛړي دي -ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ﺳﺒﺎ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺣﻮاﻟﯥ ﺟﻮړﯦﺪﻟﻰ ﺷﻲ -
ﭘﻪ " ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻛﯥ دَ زﻣﺎﻧﯥ او اﻧﺴﺎﻧﻲ ښﻮ او ﺑﺪو روﺋﻴﻮ دَ څﯧړﻟﻮ ﻋﻼوه ﺷﺎﻋﺮ دَ ﻟﻔﻈﻮﻧﻮ
ښﻜﻠﻲ ﺷﻴﺶ ﻣﺤﻞ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻫﺮ وﺧﺖ دَ دَ ﻫﻐﻪ ﻧﺎﻟﻴﺪﻟﻲ ﻣﺤﺒﻮب ﺳﺮه دَ ﻣﻴﻨﻲ او ﻣﺤﺒﺖ ﭘﻪ ﺧﻮږو ،ﭘﺴﺘﻮ ﺧﺒﺮو دَ
ﺧﭙﻞ ﺧﻴﺎﻟﻲ او ﻓﻜﺮي ﻟﯧﻮﻧﺘﻮب اﻇﻬﺎر ﻛﻮي -او دا ځﻜﻪ ﭼﯥ دَ څﻪ وﺧﺖ دﭘﺎره ﻫﺮ ﺷﺎﻋﺮ ادﻳﺐ دَ ﻓﻦ دَ ﺑﻨﺎوټﻲ
ژوﻧﺪ ﻧﻪ دَ ﺧﻼﺻﻮن ﻻره ګﻮري ،ﻧﻮ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎﻟﺖ ﻛﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﻓﻜﺮ او ﺗﺼﻮر ﭘﻪ ښﻜﻠﻲ ﻧﺸﻪ ﻛﯥ دَ څﻪ وﺧﺖ
دﭘﺎره ﻻﻫﻮ ﺷﻲ -ﺧﻮ دَ ﻳﻮ ﻣﺤﺒﻮب ﻟټﻮن دَ ﻟﯧﻮﻧﺘﻮب دَ ﻳﻮ ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ ﺣﺎﻟﺖ او ﻛﯧﻔﻴﺖ ﭘﻪ ﻛړاوْﻧﻮ ﻛﯥ ﺷﻮق
ﺻﺎﺣﺐ دَ ﺷﺮوع ﻧﻪ ﺗﺮ اّﺧﺮه ګﯧﺮ ښﻜﺎري -او ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻣﺤﺒﻮب ..ﭼﯥ ﺧﻴﺎﻟﻲ ﻣﺤﺒﻮب ﻣﺤﺒﻮب دى او ﭘﻪ
ﺣﻘﻴﻘﻲ ژوﻧﺪ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻫﻴڅ ﺗﺼﻮر ﻣﻮﺟﻮد ﻧﻪ وي -دﻏﻪ ﺧﻴﺎﻟﻲ ﭘﯧﻜﺮ دﻏﻪ ﺷﺎﻋﺮ او ﻓﻨﻜﺎر دَ ﺧﭙﻞ ﻓﻦ او ﻫﻨﺮ ﭘﻪ
ګﻮﺗﻮ ﺟﻮړ ﻛړى وي ..-ﻫﻐﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻣﺜﺎﻟﻲ ﺟﺎﻧﺎن وي ﭼﯥ دَ ده دَ ﺧﻮښﻲ او ﻣﺮﺿۍ وي -او ﺑﻴﺎ دﻏﻪ ﻛﯧﻔﻴﺖ
دﻏﻪ ﺷﺎﻋﺮ ادﻳﺐ ﭘﻪ ﺣﻘﻴﻘﻲ ژوﻧﺪ ﻛﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ دﻏﻪ رﻧګ څﯧﺮه ﭘﺴﯥ ﺳﺮګﺮداﻧﻪ ګﺮځﻲ -ﭘﻪ دې ﺗﻜﻞ ﻛﻠﻪ ﭼﺮﺗﻪ
ځﻲ ..او ﻛﻠﻪ ﭼﺮﺗﻪ -ځﻜﻪ ﭼﺎﺗﻪ ګﻮري او ﻛﻠﻪ ﭼﺎﺗﻪ -دَ ﺧﻴﺎل او ﻓﻜﺮ او ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﺻﺤﻴﺢ ﻣﻌﻨﻮ ﻛﯥ دَ ژوﻧﺪ دﭘﺎره دَ
ﻳﻮ داﺳﯥ " ﻧﺎ ﻟﻴﺪﻟﻲ اﺷﻨﺎ" ﻟټﻮن دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺟﺬﺑﻪ ﻫﻢ ده ..ﻟﻜﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ "اﺷﻨﺎ زﻣﺎ څﻪ ﻧﺎ
اﺷﻨﺎ ﻏﻮﻧﺪې دى" ﻛﯥ ﻟﻪ ځﺎن ﻧﻪ دَ دې ﻟټﻮن ﭘﻪ اړه داﺳﯥ دَ ﻟﯧﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﺎن ﺗﭙﻮس ﻛﻮي ..ﭼﯥ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ
ذﻫﻦ ﻛﯥ ﺑﻼ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮي ..ﺧﻮ دَﻏﻪ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ ﻧﻮرو ﺳﻮاﻟﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻻرې ﭘﺮاﻧﺴﺘﻲ-
ﺗﺮ څﻮ ﺑﻪ ﻻر
څﺎرم دَ ﻫﻐﻪ اﺷﻨﺎ
ﭼﯥ زه ﻳﯥ
ﺧﭙﻠﻪ ﻻ ﻫﻢ ﻧﻪ ﭘﯧﮋﻧﻢ
ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻣﺎ ﻛﻠﻪ
ﻟﻴﺪﻟﯥ ﻧﻪ ده
دَ ﺳﺮ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ
ﺧﻮ ﺳﺎﺗﻢ ﻳﯥ زړه ﻛﯥ
ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻫﻤﯧﺸﻪ
ﻟﻜﻪ ﺧﺪاى
ﻏﺮض دا ﭼﯥ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻏﻪ ﻓﻜﺮي او ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ ﺷﻮاﺧﻮن ځﻤﻮﻧږ دَ ﻧﻦ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﭼﺎﭘﯧﺮﻳﺎل
اﻧﺴﺎﻧﻲ روﺋﻴﻮ ،اﻧﺴﺎﻧﻲ اﻟﻤﻴﻮ ﭘﻪ ﻟﻮر داﺳﯥ دَ ﺷﻌﻮر ﻧﻪ ډﻛﻪ ﻛﺘﻨﻪ ده ..ﭼﯥ دَ ﻧﻦ دَ اﻧﺴﺎن ژوﻧﺪ دَ ﻏﻤﻮﻧﻮ ،
ﻓﻜﺮوﻧﻮ ،وﺳﻮﺳﻮ او ﺳﻮداګﺎﻧﻮ ﺗﺴﻠﺴﻞ دَ وﺧﺘﻮﻧﻮ او زﻣﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺗړﻟﻰ ﺳﺎﺗﻲ -
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ دَ ﺟﻤﺎﻟﻴﺎﺗﻲ ﺷﻌﻮر داﺳﯥ ﻧﺨښﯥ ﻧﺨښﺎﻧﯥ او ﻧﻘﻮش ﻟﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ
ﻋﻼﻗﺎﻳﺖ ﻧﻪ ﻋﺎﻟﻤګﻴﺮﻳﺖ زﻳﺎت دى -ﻫﻐﻪ ﻛﻪ ﭘښﺘﻮن ﻧﻪ ﻫﻢ وى ..ﻧﻮ ﻫﻢ دَ ﻫﺮې ژﺑﯥ ﺷﺎﻋﺮ ﺑﻪ ښﻜﺎره ﻛﯧﺪو -ﻫﻐﻪ
دَ ﻗﺒﺎﺋﻠﻴﺖ ،ﻣﻘﺎﻣﻴﺖ او دَ ﺟﻬﻨډو ﭘﻪ ﺳﻴﻮرې ﻛﯥ دَ ﻏﺮﺿﻲ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻧﻪ ﺑﺎﻻ ﺗﺮ ﺳﻮچ ﻣﺎﻟﻚ دى ..ﻫﻐﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﺧﭙﻞ
ﻣﺴﻠﻚ او اﻣﻦ ﺧﭙﻞ ﻣﺸﻦ ګڼﻲ ..ﻫﻐﻪ اﻧﺴﺎن دَ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ ﭘﻪ ﺗﻠﻪ ﺗﻠﻞ ﻏﻮاړي ..ﻧﻪ ﭼﯥ دَ ﻧﻔﺮﺗﻮﻧﻮ دَ ﻻري ﻻروى
ﺟﻮړﯦږي -دا ﭼﯥ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﯥ ..ﻫﻢ ﭘښﺘﻮن دى -ﻫﻐﻪ ﭘښﺘﻮن ﭘﻪ ﺧﻼګﺎﻧﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﺪل ﻏﻮاړي ..ﻫﻐﻪ
ﭘښﺘﻮن دَ ﻣﺨﺘﻪ وﺗﻮ ﻗﺎﻣﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻗﺪﻣﻮﻧﻮ ﺳﻤﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ ﻛﯥ ګﻮري -
دَ ﻫﻐﻪ ګﻴﻠﻪ ﻫﻢ دَ ﻧﺎز ګﻴﻠﻪ ده ..دَ ﻫﻐﻪ ﺧﻔګﺎن ﻫﻢ دَ ﻧﺎز ﺧﻔګﺎن دى -ﻳﻌﻨﯥ ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻛﯥ ﺗﺮاﺧﻪ او ﻛﻠﻪ
ﺑﯧﻠﺘﻮن ﻛﯥ ﺧﻮاږه ﻟټﻮي -ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻏﯧﺮ ﺷﻌﻮري ﺗﻮګﻪ دَ ﻛﺎﺋﻨﺎت ﺳﺮه ﻧږدﯦﻜﺖ ﻏﻮاړي -ﻧﻮ ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ
ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ورك ﺳﯧﻼﻧﻲ دى او ﺷﺎﻋﺮۍ ﺗﻪ ﻳﯥ دَ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺸﺎﻫﺪو رﻧګ ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻫﻨﺮ او ﺧﻮﻧﺪ ورﻛړى دى -وﻟﯥ
ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه ﻳﻘﻴﻦ ﻟﺮي ﭼﯥ دَ ﺧﻮاري ﭘښﺘﻮ دَ ادﺑﻲ څﯧﺮې ﻧﻪ دَ ﻣﻮدو ﻣﻮدو ﻫﻐﻪ ﭘﺮﺗﯥ ﺧﺎوري ﻟﺮي ﻛﻮل
ﭘﻪ ﻛﺎر دي -ﭼﯥ دا څﯧﺮه دَ دُﻧﻴﺎ دَ ﺳﺘﺮګﻮ وړاﻧﺪې ﺳﭙﯧﺮه ﺳﭙﯧﺮه ښﺎﺋﻲ -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﻫڅﯥ ﻛﻮي ﭼﯥ دَ ﻧﻮي
ﻧﻈﺎم او ﻧﻮي زﻣﺎﻧﯥ ﺳﺮه دَ ﭘښﺘﻮ دَ ادﺑﻲ روﺋﻴﻮ ﻣﻄﺎﺑﻘﺖ ﭘﻴﺪا ﻛړي -او اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ زړه ﻛﯥ دا وﻳﺮه ﻫﻢ ﻟﺮي
ﭼﯥ ..ﭼﺮﺗﻪ دَ ﭘښﺘﻮ دا ﻧﻨﻨۍ ﺗﺘﻪ څﯧﺮه دَ رواﻳﺎﺗﻮ ﭘﻪ ګړذوﻧﻮ ﻛﯥ ورﻛﻪ ﻧﻪ ﺷﻲ -
دا ﻫﺮڅﻪ ﭼﯥ ﻣﺎ ﭘﻮرﺗﻪ رﻗﻢ ﻛړو ..ﻫﻐﻪ ټﻮل څﻪ دَ ﺟﻬﺎن ګﺸﺘﻪ اﻧﺴﺎن ﺧﺎﺻﻪ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ..ﻧﻪ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻮ
ﺧﻠﻘﻮ ،ﭼﯥ دَ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ ﻗﻮل " دَ ځﺎن او دَ ﻣﻜﺎن ﻗﻴﺪﻳﺎن دي" -ﻧﻮ ځﻜﻪ دا دَ درﺳﺖ ﺟﻬﺎن ﭘﻪ ﻻ ﻣﺤﺪود
ﺳﺮﺣﺪوﻧﻮ ﻛﯥ ﺑﯥ وزرو ﻣﺎرﻏﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﺮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ اﻧﺪاز دوﻣﺮه دَ ﻧﻮرو ﭘښﺘﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ﻧﻪ ﺑﺪل او ﻣﻨﻔﺮد
دى ..ﭼﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ژﺑﻪ ﻛﯥ ﺟﺮﻣﻨﻲ ،اﻧګﺮﯦﺰي ،ﻋﺮﺑﻲ ﻳﺎ ﻓﺮاﻧﺴﻴﺴﻲ ﻟﻴﻜﻲ -ﺧﻮ دَ ﺧﻮﻧﺪ
او دَ ﻣﺰې ﺧﺒﺮه دا ده ..ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻨﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ ﭘښﺘﻨﻲ ﻣﺤﺎورې ،اﺳﺘﻌﺎرې او ﻛﻠﺘﻮري ﻣﺘﻠﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﻧﻮوْ
ﻧﻮوْ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻮ ﻛﯥ ﻧﻐښﺘﯥ راﻧﻐښﺘﯥ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ ﭼﯥ ..ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﻳﻮ ﺳﺎده اوﻛﻠﻴﻮال ﭘښﺘﻮن دى -او زﻣﺎ ﻳﻘﻴﻦ
دى ..ﭼﯥ ﻫﻢ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮۍ دﻏﻪ روح ﺑﻪ دَ راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ ﻫﺮ دور او ﻫﺮې زﻣﺎﻧﯥ ﻧﻪ ﺷﺎﺑﺎﺷﻰ اﺧﻠﻲ !!..وﻟﯥ ﭼﯥ دَ
ﻫﻐﻪ ..ﻫﻢ دﻏﻪ ﺟﺪﻳﺪﻳﺖ او اﻧﻔﺮادﻳﺖ ﺑﻪ دَ ﭘښﺘﻮ ﺳﺒﺎوْن روښﺎﻧﻪ ﺳﺎﺗﻠﻮ ﺟﻮګﻪ ﻛﯧږي -
دا ﺧﻮ ﺷﻮې دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺷﺎﻋﺮۍ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﻳﻮ ﺳﺮﺳﺮي ﻧﻈﺮ ﭼﯥ دَ دې ﻣﻮﻧږ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻟﻮړ
اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻓﻜﺮ او ﺷﻌﻮر اﺣﺎﻃﻪ ﻧﻪ ﺷﻮ ﻛﻮﻟﻰ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻳﻮ څﻮ ﻣﻨﺘﺨﺐ ﻏﺰﻟﻴﻪ اﺷﻌﺎرو او څﻮ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﭘﻪ
ﺛﺒﻮت ﺑﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻓﻦ ﻳﻮه ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﺟﺎﺋﺰه وړاﻧﺪې ﻛړو -ﭼﯥ داﺳﯥ دَ ﻓﻜﺮ او ﻧﻈﺮ ﻣﺌﻴﻨﺎن دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻓﻦ دﭘﺎره دَ ﻳﻮ
ښﻪ ادﺑﻲ او اّﻓﺎﻗﻲ ﻣﻌﻴﺎر ټﺎﻛﻨﻪ اوﻛړي -
ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ دَ دې ﻟﻴﻚ ﭘﻪ ﺗﻤﻬﻴﺪي ﺑﻴﺎن ﻛﯥ ﻫﻢ دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺷﺎﻋﺮۍ ځﻴﻨﻮ اّﻓﺎﻗﻲ
ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﺗﻪ اﺷﺎره ﺷﻮي ده -او دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮۍ دﻏﻪ ﻣﻮﺿﻮع ..ﻳﻌﻨﯥ اّﻓﺎﻗﻴﺖ ،ﻫﻐﻪ دَ ﺧﭙﻞ دور دَ ډﯦﺮو ښﻮ
ښﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ﻧﻪ اﻓﻀﻞ ﻛﻮي -ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﭼﯥ دَ ده دَ ﺷﺎﻋﺮۍ ﺑﻨﻴﺎدي ﻣﻮﺿﻮع ى" اﻧﺴﺎن" او " ﻣﻴﻨﻪ" ده ...ﻫﻐﻪ
اﻧﺴﺎن ﭼﯥ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻣﻴﻨﻲ ،ﻣﺤﺒﺖ ،روادارۍ ،ﺷﺮاﻓﺖ ،ﻋﺰت او ﺧﻠﻮص دَ ﻻري اﺷﺮف اﻟﻤﺨﻠﻮﻗﺎت ﺑﻠﻞ
ﻛﯧږي -او دﻏﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻗﺪروﻧﻮ اﻧﺴﺎن دَ ځﻨﺎورو ﻧﻪ ﺑﯧﻞ ﻛړى دى -ﻛﻮم اﻧﺴﺎن ؟ ..دَ ﻛﻮﻣﯥ ﺳﻴﻤﯥ اﻧﺴﺎن؟ ..او
ﭘﻪ رﻧګ ﺗﻮر ،ﺳﭙﻴﻦ او ﻛﻪ ﺳﻮر اﻧﺴﺎن ؟ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ډاډ دا وﺋﻴﻶ ﺷﻮ ،ﭼﯥ ﻳﻮ ادب او ﺷﺎﻋﺮي ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ دَ رﻧګ
،ﻧﺴﻞ ،ﻣﺬﻫﺐ ،ﻋﻼﻓﯥ او ﻧﻈﺮﻳﯥ ﻛﯥ ورګﯧﺮ ﺷﻲ ﻧﻮ اّﻓﺎﻗﻴﺖ ورﻧﻪ اوﺗښﺘﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ ادب دَ " اﻧﺴﺎﻧﻲ ژوﻧﺪ
ﻋﻜﺎس" ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻲ ..داﺳﯥ اﻧﺴﺎﻧﻲ ژوﻧﺪ ،ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﻫﺮ ﻟﺤﺎظ اﻧﺴﺎن ښﻜﺎري -
داﺳﯥ ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ..ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻢ ﻳﻮ ښﻪ ﭘښﺘﻮن دى ..ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻞ ﻛﻮي او دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ
ﻧﻮم ﻣﻴﻨﻪ ﻟﻴﻜﻲ -ﺧﻮ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ دَ ﻻﻣﺤﺪود ﻣﻜﺎﻧﻴﺖ او ﻣﻘﺎﻣﻴﺖ ﻓﻜﺮي رﺟﺤﺎن ﻋﻼوه دَ اﻧﺴﺎن دَ
اﻓﻀﻠﻴﺖ ﺗﻨﺪه ﻫﻢ ﻣﺤﺴﻮﺳﯧږي -ﻫﻐﻪ ځﻜﻪ ..ﭼﯥ ﭘښﺘﻮن ﻛﻪ ﻫﺮ څﻮ ﭘښﺘﻮن ﺷﻲ ..ﻧﻮ اﻧﺴﺎن ﺧﻮ ﺑﻪ وي ﻛﻨﻪ -او
ﻫﻢ دﻏﻪ ﺧﻮ دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق اﺻﻞ ﺧﻮب او ﻣﺮام دى -ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘښﺘﻮن ﻫﻢ دَ داﺳﯥ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻗﻄﺎر ﻛﯥ
وﻻړ اوګﻮري ..ﭼﯥ دَ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ ﭘﻪ ﻣﻌﺮاج ﺑﺎﻧﺪې ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -او دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﻻ ﻧﺪې ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دَ اووْ
وړﻛﻮټﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻣﺨﺘﺼﺮ ﻧﻈﻢ " ﺳﺠﺪه" دَ ﻫﻐﻪ دَ اﻧﺴﺎن ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﭘﻪ اّﻓﺎﻗﻲ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ څﻮﻣﺮه ﭘﻪ
ﺧﻮﻧﺪ اواﺧﺘﺼﺎر څﺮګﻨﺪوي؟ راﺷﺊ ﭼﯥ ﻟږ ورﺗﻪ ﭘﻪ ځﻴﺮ ﺷﻮ-
ﺧﭙﻞ ﻣﯥ ګڼﯥ
ﻛﻪ ﻧﻪ ګڼﯥ
ﺧﻮ ﻳﺎره!!
ﻣﺎ دې دَ ﺧﻴﺎل
ﭘﻪ ﻫﺮ ﻣﻨﺪر ﻛﯥ ﺑُﺖ ﺗﻪ
ﻟﻜﻪ ﻫﻨﺪو
ﺗﻞ ﺳﺠﺪه ﻛړي ده
ﻣﻮﻧږ ﻛﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ دې ﭘﻮرﺗﻪ رﻗﻢ ﺷﻮْ ﻏﺰﻟﻴﻪ ﺷﻌﺮوﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ښﻪ ﻏﻮر او ﻓﻜﺮ اوګﻮرو ..ﻧﻮ دا ﺑﻪ
اوﻣﻨﻮ ﭼﯥ دَ " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" دَ ﻏﺰﻟﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﻛﯥ ﻛﻪ ﻳﻮ ﻃﺮف ﺗﻪ ﻳﯥ ﻓﻠﺴﻔﻴﺎﻧﻪ ادراك ﺳﯧﻮا ﺷﻮى دى ..ﺧﻮ
ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻏﺰل ﻛﯥ ﻫﻢ دَ روﻣﺎﻧﻴﺖ ﺳﻮاﻟﻴﻪ او ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرې دَ ﺷﻜﻮې او ګﻴﻠﯥ ﺗﺮ ﺣﺪه راﻧﻐښﺘﻞ
ﺷﻮي دي -ﭘﻪ دې ﻧﻪ ﺷﻮم ﭘﻮﻫﻪ ﭼﯥ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﻏﺰل ﺗﻪ وﻟﯥ ﺷﺎ ﻛړه او ﭘﻪ دې ﺷﻌﺮي ﻣﺠﻤﻮﻋﻪ ﻛﯥ ﻳﯥ دَ ﻏﺰﻟﻮ
ﺑﺮﺧﻪ ډﯦﺮه ﻛﻤﻪ ده ..ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﻏﺰل ﻫﻢ دَ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﺷﺎن ښﺎﺋﺴﺘﻪ ﻟﻴﻜﻲ -او ﭘﻪ ﻛﯥ ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ اﻓﻜﺎر دَ ژورﺗﻴﺎ ﺗﺮ
اّﺧﺮي ﺣﺪوﻧﻮ دَ ﻳﻮ ﻟﻴﻮﻧﻲ ﻓﻠﺴﻔﻲ ﭘﻪ رﻧګﻪ رﺳﻮي -
ﻟﻜﻪ ﻣﺎ ﭼﯥ ﻣﺨﻜﯥ داﺳﯥ وﺋﻴﻠﻲ وو ..ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ..ﻧړﻳﻮال ﻓﻜﺮ ﻟﺮي او ځﺎن دَ ﻧړۍ ﺑﺎﺷﻨﺪه
ګڼﻲ ..ﺧﻮ دا دَ ﻧړۍ ﺟﻬﺎن ګﺸﺘﻪ ﺷﺎﻋﺮ ﭼﯥ ﻟﻴﻚ ﻛﻮي ﻧﻮ ﻫﻐﻪ دوﻣﺮه ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﻫﻢ
ځﻤﻮﻧږ ﭘﻪ رﻧګﻪ ﭘﻪ ﻳﻮ واړه ﻛﻠﻲ ﻛﯥ اﺳﺘﻮګﻨﻪ ﻛﻮي او ﭼﺮﺗﻪ ﺗﻠﻰ ﻧﻪ دى -ﻳﻌﻨﯥ ﭘﻪ ﭘﻮرﺗﻨﺌﻴﻮ اﺷﻌﺎرو ﻛﯥ دا
ﻣﺤﺎورې ﭼﯥ ﺧﺎﺻﯥ ﭘښﺘﻨﻲ دي ..داﺳﯥ اﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮي ..ﻟﻜﻪ " ﭘﻪ ژوﻧﺪ ﭘﺎرول" " ،ﭘﻪ زړه راورﯦﺪل" " ،ﺟﺎر
ﺟﺎر وﺋﻴﻞ" " ،دَ دروﻏﻮ ﻟﺒﺎس ﻛﻮل " " ،ﻧﻴﻤګړﺗﻴﺎوي ﭘﻮره ﻛﻮل" " ،دَ ﺳﺘﺮګﻮ راﻧﺠﻪ ﻛﯧﺪل" " ،ﺗﻨﺪه دَ
ژوﻧﺪ ﻣﺎﺗﻮل" " ،ﭘﻪ ﺧﻠﻪ ﻛﯥ ژﺑﻪ ګﻮﻧګۍ ﻛﯧﺪل " " ،ﺧﻄﺎ اﻳﺴﺘﻞ دَ زړه" " ،دَ ﺳﺮوﻧﻮ ﻓﯧﺼﻠﻪ ﻛﻮل" او داﺳﯥ
ﻧﻮرې ﻧﻮرې ﻣﺤﺎورې ﭼﯥ ځﻤﻮﻧږ ﭘﻪ ﻛﻠﻲ وال ﭘښﺘﻨﻲ ژوﻧﺪ ﻛﯥ ﻋﺎﻣﯥ اﺳﺘﻌﻤﺎﻟﯧږي ..اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ډﯦﺮ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ
او ﻫﻨﺮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺷﻌﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ځﺎﻳﻮي -ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘښﺘﻮﻧﻴﺖ او ﭘښﺘﻮن دوﺳﺘﻲ ښﻜﺎره ﻛﻮي -
ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دا ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺷﻌﺮوﻧﻮ او ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﻧﻮي ﻣﺤﺎورې ﻫﻢ دَ ﭘښﺘﻮ ﭘﻪ ادب
داﺳﯥ ﭘﻴﺮزوْ ﻛﻮي ..ﻟﻜﻪ " دَ ژوﻧﺪ ﻓﻄﺮت ﺳﺎرا ګڼﻞ " " ،دَ اﻣﻦ دَ ﺳﻴﻮري ﭘﯧﻼﻣﻪ ﻛﯧﺪل" " ،ﺳﭙﻴﻦ ﻣﺎرﻏﻪ ﭘﻪ
اور ﭘﺴﯥ ﻛﻮل" " ،ﻛﺎڼﻲ ﻏږﯦﺪل" " ،ﺑﯥ ﺣﺴﻪ دﯦﻮال ﻛﯧﺪل" " ،ﻛﺎڼﻲ وﻳﻠﯧﺪل" " ،دَ ﺧﺎورې ﻛﻨډوﻟﻰ ﻛﯧﺪل"
" ،ﺟﺎﻣﯥ ﭘﻪ ﭘﻮر ﺟﻮړول" " ،دَ رﯦګ ﻛﻮرﻛﻴﺎن ﺟﻮړول" " ،ځﺎن ﻟﻪ ﺗﻴﺎرو ﭘﯧﭽﻞ " " ،دَ ځﺎن ﭘﻪ ځﺎى ﺑﻞ
ﻏﻮښﺘﻞ" " ،ﭘﻪ ځﺎن ﻛﯥ ﺳﻔﺮ ﻛﻮل " " ،ﺿﻤﻴﺮ ﺗﻪ ﭘﻮروړى ﻛﯧﺪل" " ،ﭘﻪ ذات ﻛﯥ دَ ﺳړي اوﭼﯧﺪل " " ،ﻛټ
ﺳﺮﺗﻪ ﻛﯧﻨﺴﺘﻞ" " ،ﺧﻮﺷﺤﺎل ﺧﺎن ﻛﯧﺪل" " ،ﻣﻐﻞ ﺧﻮﻳﻮﻧﻪ ﻧﻪ ﭘﺮﯦښﻮل" " ،دَ ﭘﻼر ادﻳﺮه ﭘﺮﯦښﻮل" او " دَ ﺑﻞ
ﭘﻪ ﺧﻮا وﺗﻞ" " ،دَ اور ﺑﺮﺧﯥ دَ ﻣﺸﺎﻟﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺳﺮوﻧﻮ ﻫﻮا ﺗﻪ ﭘﺮﯦښﻮدل" ..ﻫﻐﻪ ﻧﻮي ﻣﺤﺎورې دي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ
ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺧﭙﻠﻮ ﻏﺰﻟﻴﻪ ﺷﻌﺮوﻧﻮ زﻳﻨﺖ ګﺮځﻮﻟﻲ دي -
دَ دې ﻣﻄﻠﺐ دا ﺷﻮ ..ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﻪ ﺧﻮ زړَه ﭘښﺘﻮ ﺧﻮاره ﭘﺮﻳږدي او ﻧﻪ ﭘښﺘﻮ دَ ﻧﻮوْ ﻣﺤﺎورو،
اﺳﺘﻌﺎرو او دَ ﻧړﺋﻴﺰ ﺳﻤﺎﺟﻲ او ﻣﻌﺎﺷﺮﺗﻲ ﺑﺪﻟﻮن دَ رﻧګﻮﻧﻮ او ﻧﻘﺸﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﻣﺤﺮوﻣﻪ ﺳﺎﺗﻲ -داﺳﯥ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ
ﻫﻐﻪ ځﻜﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ..ﻫﻐﻪ ﭘښﺘﻮن دَ ﺳﻴﺎﻟﻮ ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ ﺳﻴﺎل ګڼﻲ ..دَ ﻫﻴﭽﺎ ﻧﻪ ﻳﯥ ﻛﻢ ﻧﻪ ګڼﻲ -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ
ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ وَ ﭘښﺘﻨﻮ ﺗﻪ داﺳﯥ ﻟﻴﻜﻨﯥ ﻛﻮي ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘښﺘﻮن ﻫﻢ اﻧﺴﺎن ګڼﻲ او ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﭼﺮﺗﻪ ﻳﺎ ﭘﻪ ﻳﻮ
ﻣﻘﺎم ﻳﯥ ﭘښﺘﻮن ﭘﻪ ﺗﻠﻪ ﭘﻮره ﻧﻪ دى ﻣﺤﺴﻮس ﻛړى ..ﻧﻮ ﻳﯥ دَ ﻳﻮ ﺧﯧﺮﺧﻮا ﭘﻪ رﻧګﻪ ﭘﻪ ﺧﻮږې ژﺑﻲ ﺑﺎﻧﺪي ګﻴﻠﻪ او
ﺷﻜﻮه راﻏﻠﻲ ده -او دا ﺷﻌﺮي ادا دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ زﻳﺎﺗﻪ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﻛﻮﻣﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ
ﺧﭙﻠﻮاﻧﻮ ..ﻳﻌﻨﯥ ﭘښﺘﻨﻮ ﻧﻮر ﻧﻮر ﻗﺪرﻣﻦ ﻛﻮي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﺣﻘﻴﻘﺖ ﭘﺴﻨﺪه او رښﺘﻴﺎ
ﺧﻮښﻮي ..ﻫﻐﺴﯥ رښﺘﻮﻧﻲ ﺧﻠﻖ او ﺧﺒﺮي ﻫﻢ ﭘﻪ زړه اﺧﻠﻲ -
دَ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻏﺰل ﻛﯥ ﻧﻮر څﻪ دي ..؟ دا ﻫﻐﻪ ﺳﻮال دى ﭼﯥ ﺷﺎﻳﺪ ﻳﻮ ﻛﺘﺎب ﺧﺒﺮي ﻳﯥ ﻫﻢ ځﻮاب ﻧﻪ ﺷﻲ -
- ځﻜﻪ زه دوﻣﺮه وﺋﻴﻞ ﻏﻮاړم ..ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دي ﻏﺰل ﻟﻴﻜﻲ او ډﯦﺮه ډﯦﺮه دي ﻟﻴﻜﻲ
دَ دې ﻧﻈﻢ ﺗﻬﻴﻢ ﭼﯥ ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻮق دَ ﺟﺮﻣﻨﻲ ﭘﻪ درو ﻛﯥ دَ ﺳﻮﺋټﺰرﻟﯧﻨډ ﭘﻪ ﻟﻮر ﺳﻔﺮ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ذﻫﻦ
ﻛﯥ ﭘﻮخ ﻛړى دى ..او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ډاﺋﺮۍ ﺗﻪ دَ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ﺳﭙﺎرﻟﻰ دى -دواړه ذﻛﺮ ﺷﻮي ځﺎﻳﻮﻧﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﻓﻄﺮي
او ﻗﺪرﺗﻲ ښﺎﺋﺴﺖ ﭘﻪ وﺟﻪ ﭘﻪ ټﻮﻟﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ ﺷﻬﺮت ﻟﺮي ..-او ﺷﺎﻳﺪ ﻫﻢ دﻏﻪ وﺟﻪ وي ﭼﯥ دَ دې ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻏﺮﻗﻮ
ﻏﺮﻗﻮ ﺟﻮﻟﻮ ﺟﻮﻟﻮ ښﺎﺋﺴﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ ﻛﻠﻪ دَ ﻳﻮ ﺷﺎﻋﺮ ﻓﻜﺮ ورك ﺷﻲ ،دَ ﻳﻮ ﺷﺎﻋﺮ ﻧﻈﺮ ﭘﻪ دﻏﻪ ښﻜﻼ ګﺎﻧﻮ ﻛﯥ
اوﻧښﻠﻲ ﻧﻮ دَ ﻫﻐﻪ ﺗﺨﻠﻴﻖ ﺑﻪ ﻫﻢ دَ دﻏﻪ ښﺎﺋﺴﺖ ﺗﺮﺟﻤﺎن اروﻣﺮو ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -او ﺑﻴﺎ ښﺎﻏﻠﻰ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ دَ
ﺧﭙﻞ روﻣﺎﻧﻮي او ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻃﺒﻌﯥ او ﻓﻄﺮت ﺗﺮ ﻣﺨﻪ دﻏﻪ ﻧﻨﺪارو ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﻮم رﻧګ او ﻧﻈﺮ ګﻮري ﻧﻮ دَ اﺗﻬﻢ رﻧګ
ﺗﺨﻠﻴﻖ ،ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دَ دﻏﻪ ځﺎﻳﻮﻧﻮ ښﺎﺋﺴﺘﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻛﺘﻞ دي ..ﺑﻠﻜﻪ دَ دﻏﻪ ﺧﻮاره واره رﻧګﻮﻧﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ
ﻫﻨﺮ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻓﻦ ﻛﯥ ځﺎﻳﻮل دَ ﻳﻮ ﻧﻮي ﻓﻜﺮي او ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ ﺻﻼﺣﻴﺖ دَ ټﻮﻟﻮﻧﻪ ﻟﻮى ﺛﺒﻮت دى -
ﭘﻪ دﻏﻪ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﭼﯥ ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﻣﺎﺣﻮل دَ ﻣﻨﻈﺮوﻧﻮ ﻛﻮﻣﻪ ﻧﻘﺸﻪ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻣﺎﺣﻮل ﻛﯥ دَ ﺧﭙﻞ ذات ،
وﺟﻮد او ﻓﻜﺮ ﭘﻪ ورﻛﯧﺪو راښﻜﻠﻲ ده ..ﻧﻮ دﻏﻪ ﻫﻨﺮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﺷﺎﺑﺎﺷﻰ ورﻛﻮل دي او ﺑﻴﺎ ﻛﻮﻣﯥ ﺳﺎﺋﻨﺴﻲ ﺗﺠﺰﻳﯥ
ﭼﯥ رڼﺎ دَ ﻛﻮﻣﻮ رﻧګﻮﻧﻮ ﻣﺠﻤﻮﻋﻪ ﺛﺎﺑﺘﻪ ﻛړي ده ..ﻧﻮ دَ ﻫﺎﻏﻪ ﺗﺠﺰﻳﻪ دَ ﻳﻮ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ځﺎﻳﻮل ..ﻳﻮ
داﺳﯥ ﺣﯧﺮاﻧﻮﻧﻜﻰ ﻛﯧﻔﻴﺖ ﭘﻴﺪا ﻛﻮي ..ﭼﯥ دَ ﻧﻈﻢ ټﻮل ﺗﺎﺛﺮ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻳﻮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻛﯥ دوام ﻟﺮي !!..ﭘﻪ ﻣﺠﻤﻮﻋﻲ
ﺗﻮګﻪ دﻏﻪ ﻧﻈﻢ دَ ﭘښﺘﻮ ﭘﻪ ﺟﺪﻳﺪه ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻧﻮى ﻛﻮﺷﺶ دى ..ﭼﯥ ﻣﻮﺿﻮع ﻳﯥ ﺳﺎﺋﻨﺲ ﺗﻪ ﻫﻢ
ﻧږدې ده او ﻫﻢ ﻳﯥ ﺳﺎﺋﻨﺲ دَ ذات دَ ﻣﻮﺟﻮدګۍ ﭘﻪ ﻓﻜﺮي دﻟﻴﻞ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ رد ﻛړى ﻫﻢ دى ..ﺑﻠﻜﻪ دَ دې ﻧﻈﻢ
ﺷﺎﻋﺮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺧﭙﻞ وﺟﻮد ﻳﻮ ﻧﺎښﻜﺎره ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻫﻢ ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛﻮي -
ﻟﻨډه دا ده ﭼﯥ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﺟﺪﻳﺪه ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ دَ دﻏﺴﻲ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ راوړل ..دَ ﻟﻮﺋﻴﻮ ژﺑﻮ ﭘﻪ رﻧګ دَ
ﺧﭙﻠﯥ ژﺑﯥ ادب ﺗﻪ ﻳﻮ ﻧﻮى ﻻره ورﻛﻮل دي او ﻛﻪ دﻏﺴﯥ ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ ﭘﻪ اﻧګﺮﯦﺰۍ ﻳﺎ ﻧﻮرو ﻟﻮﺋﻴﻮ ژﺑﻮ ﻛﯥ ﺗﺮﺟﻤﻪ
ﺷﻲ ﻧﻮ داﺳﯥ ﺑﻪ دﻏﻪ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت ﭘﻪ دﻏﻪ ﻟﻮﺋﻴﻮ ژﺑﻮ ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ﻣﻘﺎم ﭘﻴﺪا ﻛړي -دې ﺳﺮه ﺳﺮه زﻣﺎ دا ﻫﻢ ﺧﻴﺎل
دى ﭼﯥ ﭼﻮﻧﻜﻪ دﻏﻪ رﻧګ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت ﻻ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ادب ﻛﯥ ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻲ ﺷﻮي ﻧﻪ دي -ﻧﻮ ﻛﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻏﻪ
ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت ﻳﺎ دَ دې ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﺗﺮﺟﻤﺎن دﻏﻪ ټﻮل ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﭘﻪ اﻧګﺮﯦﺰۍ او ﻓﺮاﻧﺴﻴﺴۍ ﻛﯥ داﺳﯥ ښﻜﺎري
ﻟﻜﻪ دَ ﻫﻐﻮئ ﺧﭙﻞ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت -ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻛﻮم دﻏﻪ رﻧګ ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻮق دَ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ
ﭘړاوْﻧﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻲ دي ..ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛﯧﺪى !!..ﺑﻠﻜﻪ دا دَ ده ﻋﺎﻟﻤګﻴﺮﻳﺖ دى ﭼﯥ دﺋﻰ ﭘﻪ دﻏﺴﯥ
ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﻟﻴﻜﻞ ﻛﻮي ..او ﭘښﺘﻮ ژﺑﻪ او ادب دَ ﻧﻮوْ ﻧﻮوْ ﻣﻮﺿﻌﺎﺗﻮ ﺳﺮه اﺷﻨﺎ ﻛﻮي -اوس دَ دې ﻧﻈﻢ ﻓﻨﯥ
اړﺧﻮﻧﻮ ﺗﻪ راځﻢ -ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ وړو او ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻳﻮﻟﺴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﻚ دى ..ﺧﻮ دﻏﻪ ﻧﻈﻢ دراﺻﻞ ﭘﻪ
ﭘﻨځﻮ دوﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې داﺳﯥ ﻣﺸﺘﻤﻞ دى ..ﻟﻜﻪ
دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دې ﻧﻈﻢ ﺗﻪ ﻣﻮﻧږ ﻧﺜﺮي ﻳﺎ آزاد ﻧﻈﻢ ﻧﻪ ﺷﻮ وﺋﻴﻠﻰ -ﺑﻠﻜﻪ دﻏﻪ ﻧﻈﻢ دَ ﺧﭙﻠﻮ
ﻋﺮوﺿﻮ ،ﺑﺤﺮوﻧﻮ او ردﻫﻢ دَ ﻳﻮ روان ﺗﺴﻠﺴﻞ اّﻫﻨګ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﻣﻮﻧږ ورﺗﻪ اّزاد ﻏﺰل وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ -ﭘﻪ ﺑﻨﻴﺎدي
ﺗﻮګﻪ دا دَ ﺟﺪﻳﺪي ﺷﺎﻋﺮۍ دَ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ ﺻﻨﻒ دى ..او دَ ﺷﻮق ټﻮﻟﻮ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻛﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﺮ اوګﻮرو ،ﻧﻮ دَ
ﻓﻦ ﭘﻪ دﻏﻪ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ښﻜﺎري -
دَ اﻧﺴﺎن ﻳﻮ ﻓﻄﺮي ﻛﻤﺰوري دا ﻫﻢ ده ﭼﯥ " ..ﭘﻪ اول ﻧﻤﺒﺮ دي زه ﻳﻢ" !!..او دَ دې " اول ﻧﻤﺒﺮ" دَ
ﺣﺎﺻﻠﻮﻟﻮ دﭘﺎره اﻧﺴﺎن ﻋﺠﻴﺒﻪ ﻋﺠﻴﺒﻪ ﻫﻠﯥ ځﻠﯥ ﻛﻮي -ښﺎﻏﻠﻰ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ دَ ﭘښﺘﻮ ادب او ﺷﺎﻋﺮۍ ﭘﻪ
ﺣﻮاﻟﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻳﻮه درﻧﻪ ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ ﻟﺮي ..ﺧﻮ ﭘﻪ ﻗﻄﺎر ﻛﯥ ﺷﺎﻳﺪ ﭘﻪ دې وﺟﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ درﯦږي ﭼﯥ ځﺎن ﻳﯥ اول ﻧﻤﺒﺮ ﻳﺎ
ﺑﯥ ﻧﻤﺒﺮه ﺧﻮښ دى -دا ﺧﺒﺮه ﻫﻐﻪ دَ ﻣﻴﻨﻲ ﭘﻪ ﻣﻌﺎﻣﻠﻪ ﻛﯥ ﻛﻮي ..او ﻳﺎر ﺗﻪ ﻳﯥ دَ اﺷﻨﺎﻳﺎﻧﻮ ﻗﻄﺎر ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ ﻳﻮاځﯥ
ځﺎن ﺧﻮښ دى -او ﻛﻪ دا ﺧﺒﺮه دَ ﻧﻦ دَ ادﺑﻲ روﺋﻴﻮ او دَ ړوﻣﺒﻲ ﻧﻤﺒﺮ ﻛﯧﺪو ﭘﻪ ﻫﻠﻮ ځﻠﻮ ﻛﯥ اوګﻮرو ..ﻧﻮ ﺑﻪ دا دَ
ﻫﻐﻪ دا ﺧﺒﺮه درﺳﺘﻪ ﺛﺎﺑﺘﻪ ﻛړي ..ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ﻛﻪ ادﻳﺐ ﻳﺎ ﺷﺎﻋﺮ ﻫﻢ ﺷﻲ ..ﺧﻮ دا ﻓﻄﺮي ﻛﻤﺰوري ﺑﻪ ﻳﯥ ﺗﻠﻪ ﺳﭙﻜﻪ
ﺳﺎﺗﻲ او ﻫﻐﻪ ادﻳﺐ ﻳﺎ ﺷﺎﻋﺮ ﺑﻪ وړوﻛﻰ څﺮګﻨﺪوي -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ښﺎﻏﻠﻰ ﺷﻮق داﺳﻲ ﻓﻬﺮﺳﺘﻮﻧﻮ او ﻗﻄﺎروﻧﻮ
ﻧﻪ ځﺎن ﻳﻮ ﺳﺎﺋﻴډ ﺗﻪ ﻛﻮل ﻏﻮاړي -ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﻫﻢ داﺳﯥ دَ ځﺎن ﺣﯧﺜﻴﺖ ﻣﻌﻠﻮم دى ﻟﻜﻪ ﻫﺮﭼﺎﺗﻪ ﭼﯥ ﺧﭙﻠﻪ
ﺻﺤﻴﺢ اﻧﺪازه ﺷﺘﻪ ﭼﯥ څﻮك ﭼﺮﺗﻪ دى؟ او ﻳﺎ دا ﭼﯥ دﻏﻪ څﻮك ﭼﺮﺗﻪ ﭘﻜﺎر دى؟ ..ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﻛﯥ دَ
ﺟﻨګ ﺟﻬګړې څﻪ ﺿﺮورت ؟
دﻟﺘﻪ دَ دې ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﺗﻬﻴﻢ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ دَ " ﻣﻘﺪار" ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ښﻪ " ﻣﻌﻴﺎر" ﭘﻪ ﺣﻖ ﻛﯥ واﺿﺤﻪ ﺧﺒﺮه ﻛﻮي او
ﭘﻪ دې ﭘښﺘﻨﻲ اوﺳﻨﻲ ادب ﻋﻼﻣﺘﻲ ګﻮزار ﻫﻢ ﻛﻮي ..ﭼﺮﺗﻪ ﭼﯥ ﻟﻴﻜﻨﯥ دَ وﺋﻴﻠﻮ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﺗﻠﻠﻮ دي -او ﻣﻌﻴﺎر
ﻧﻪ ﻟﻮﯦﺪﻟﻲ ..ﺑﺲ ﻫﺮ څﻮك دا ﻏﻮاړي ﭼﯥ دَ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻮ ﺷﻤﯧﺮه زﻳﺎﺗﻪ ﻛړي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻢ دﻏﺴﯥ ﻣﻘﺪار ﺧﻮ دَ دې
ژﺑﯥ ﻧﻘﺎدان ادﻳﺐ او ﺷﺎﻋﺮ ﺗﻪ ښﯥ ﻧﺎﻣﯥ ﻳﺎ اﻧﻌﺎﻣﻮﻧﻪ ورﻛﻮي -او ښﺎﻏﻠﻰ ﺷﻮق داﺳﯥ ﺳﻄﺤﻲ ادﺑﻲ روﺋﻴﻮ ﺗﻪ دَ
- ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺟﺒﺮ ﻧﻮم ورﻛﻮي او ﭘﻪ داﺳﯥ ﺑﺎزاري ادب ﺳﺨﺖ ﺗﻨﻘﻴﺪ ﻛﻮي
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻗﻄﺎروﻧﻪ ﺟﻮړول او ﭘﻪ ﻗﻄﺎروﻧﻮ ﻛﯥ اودرﯦﺪل دَ ﻳﻮ ډﺳﻴﭙﻠﻦ ﻋﻜﺎﺳﻲ ﻛﻮي ..ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق
ﺑﻴﺎ ﻫﻢ دَ داﺳﻲ ﻗﻄﺎروﻧﻮ ﻧﻪ ځﺎن ځﻜﻪ ژﻏﻮري ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻣﺜﺎﻟﻲ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ او ﺻﻼﺣﻴﺘﻮﻧﻮ ،ﻓﻜﺮي او
ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ اﺳﺘﻌﺪاد ځﺎن دَ ﻳﻮې ﺑﺎﺷﻌﻮره او ﻟﻮﺳﺘﻠﻲ ﻃﺒﻘﯥ زړوﻧﻮ ﺗﻪ رﺳﻮي ..دَ ﻓﻦ ﭘﻪ ﻻره او دَ ﻓﻜﺮ ﭘﻪ ﺑﻨﻴﺎد-
او دا ﻫﻐﻪ ﻻري دي ﭼﯥ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﺑﻪ دَ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﻓﻜﺮي ﺟﺪوﺟﻬﺪ دَ ﻛﺒﻠﻪ دَ ﻳﻮ اﻋﻠﻰ ﻗﺴﻢ ﻣﻌﻴﺎرﭘﻪ ﻓﻬﺮﺳﺖ
ﻛﯥ ﭘﻪ ړوﻣﺒﻲ ﻧﻤﺒﺮ اودروي -دا ﺑﻪ دَ وﺧﺖ ﻓﯧﺼﻠﻪ وي ..دا ﺑﻪ دَ راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ زﻣﺎﻧﯥ ﭘﺮﯦﻜړه وي ..او دا ﺑﻪ دَ
ﻣﻌﻴﺎر ﻓﺘﺢ وي-
اوس ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮه ..دَ دې ﻧﻈﻢ ﻓﻨﻲ ،ﺗﺮﻛﻴﺒﻲ ﺟﻮړښﺖ ..ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دﻟﺘﻪ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﺎﻏﻪ اﻧﺪاز
ﻛﯥ ښﻜﺎري ..ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ده ﻓﻦ او ﺷﺨﺼﻴﺖ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻳﻮخ ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ ورﻛړي -ﺧﻮ ﭘﻪ ﻓﻜﺮي ډول ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ
ﺷﻮق ،ډﯦﺮه ﻟﻮﺋﻴﻪ اﻟﻤﻴﻪ ﻛﻮﻣﻪ ﭼﯥ دَ وﺧﺖ او دَ ﻧﻦ دَ اﻧﺴﺎن اﻟﻤﻴﻪ ده ﭘﻪ اﺗﻬﻪ ﻟﻨډو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ وړاﻧﺪي ﻛﻮي ..
ﭼﯥ دَ درﻳﻮ درځﻨﻮ ﻧﻪ زﻳﺎت ﺗﻮري ﭘﻪ ﻛﯥ ﻧﺸﺘﻪ ،ﺧﻮ ﭘﻪ دې اﺧﺘﺼﺎر ﻛﯥ دوﻣﺮه ﻟﻮﻳﻪ ﺧﺒﺮه ﭘﻪ ﺳﺎده ژﺑﻪ او
وړﻛﻮټﻲ ﻣﻀﻤﻮن ﻛﯥ ﺑﻴﺎﻧﻮل ،ﻳﻮ ﻓﻨﻲ ﻛﻤﺎل دى -دَ دې ﻧﻈﻢ دﻏﻪ اﺗﻬﻪ ﻣﺼﺮﻋﯥ ﻫﻢ دَ ﻳﻮ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ ﭘﻨځﻪ
ﺑﺮاﺑﺮې ﻣﺼﺮﻋﯥ دي ،ﭼﯥ دَ ﻧﻈﻢ دَ اّﻫﻨګ ﺑﺮﻗﺮار ﺳﺎﺗﻠﻮ دﭘﺎره ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﻧﻮي ﺳﺎﺧﺖ ﻛﯥ ﻣﺎﺗﯥ ﻛړي دي -ﺧﻮ
ﺑﻴﺎ ﻫﻢ دَ ﻓﻜﺮ او ﺧﻴﺎل ﺗﺴﻠﺴﻞ ﻳﯥ ﺑﺮﻗﺮار ﺳﺎﺗﻠﻰ دى -دا ﭘﻮرﺗﻨﻰ اﺗﻬﻪ ﻣﺼﺮﻋﻴﺰه ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻻﻧﺪﯦﻨﻮ ﭘﻨځﻮ ﻻﻛﻦ
ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﭘﺎﺑﻨﺪو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻣﺸﺘﻤﻞ دى ..ﻟﻜﻪ
دا ﭼﯥ ﻳﯥ
ﭘﻠﻮﻧﻪ دَ ﭘښﻮ ګﺎر ﺷﻮﻟﻮ
ﭘﻪ ﻧﻴﻤﻪ ﻻر ﻛﯥ
ګﻤﺎن ﻣﯥ دا دى
ﭼﯥ ﻻﻟﻰ ﻣﯥ اوس ﻛﻮي
ﻟګﻴﺎ دى
دَ ﺳﻤﻨﺪر ﺳﺮه ﺳﺮه
ﭘﻪ ﭘﺴﺘﻮ ﺷګﻮ ﻣﺰل
ﭘﻪ ﻛﺎرډﻳﻒ وﯦﻠﺰ ﺑﺮﻃﺎﻧﻴﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻛﺎل 1996ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮي ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ ښﺎﻏﻠﻰ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ
ﺧﭙﻞ ﻟټﻮن ..او دَ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﭘﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻧﻪ ﺳﺘړي ﻛﯧﺪوﻧﻜﻲ ﻛﯧﻔﻴﺖ ﻛﯥ ښﻜﺎري ﭼﯥ دَ ده دَ ﺷﺨﺼﻴﺖ ،ﻧﻮم او
وﺟﻮد ﻳﻮه ﺣﻮاﻟﻪ ګﺮځﯧﺪﻟﻲ ده -ﻳﻮ ﺗﻼش ..ﻳﻮ ﻟټﻮن ..او ﺑﻴﺎ دَ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﻣﺴﻠﺴﻞ ﻟټﻮن ﻳﻮ ﺳﺘﻮﻣﺎن ،ﺧﻮ
روﻣﺎﻧﻮي اﺣﺴﺎس ..ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ﺟﻤﺎﻟﻴﺎﺗﻲ اﺣﺴﺎﺳﺎﺗﻮ ﺗﺮﺟﻤﺎن ﻟﻴﺪى ﺷﻲ ..دَ ﻳﻮ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﻣﺸﺎﻫﺪو
دُﻧﻴﺎ !!..دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ،ﻣﺰﻟﻮﻧﻮ ﺟﻬﺎن ..ﻛﻮم ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ دَ ﻳﻮ ﺗﻼش ﺗﺠﺴﺲ ورﻛړى دى ..او دﻏﻪ ﺷﺎﻋﺮﭼﯥ
دَ څﻪ ﭘﻪ ﻟټﻮن ﻛﯥ ښﻜﺎري ﻧﻮ ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﺧﻮ دﻏﻪ دَ ورﻛﯥ دَ ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ ﻣﻮﻧﺪﻟﻮ اﺣﺴﺎس دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺳﻔﺮي ﺷﺎﻋﺮۍ ﻳﺎ
ﺑﻴﺎ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﻳﻮ ﻧﻮى ﺧﻮﻧﺪ او دَ ﻧﻮي ﻟﺬت اﺿﺎﻓﻪ ﻛﻮي -ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ده دَ ﺧﭙﻠﻲ ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ
ﻟﻬﺠﯥ او ځﻴﻨﻮ ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ ﺗﻮري ﻟﻜﻪ "..ګﺎر ﺷﻮ" " ،ګﻤﺎن" " ،ﭘﻠﻮﻧﻪ" دا څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ دَ ده دَ ﻣﻘﺎﻣﻴﺖ او ﻋﻼﻗﯥ
ﻧﻤﺎﺋﻨﺪګﻲ ﻛﻮي ..ﺧﻮ دَ دې ﻧﻈﻢ ﻓﻜﺮ ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ ﻧﻪ دى ،ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻳﻮ ﻋﺎﻟﻤﻲ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﭘﻪ دې ورﺗﻪ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ ﭼﯥ
رﯦګ ﻫﻢ ﻳﻮاځﯥ ﻫﻐﻪ څﻴﺰ دى ﭼﯥ ﻧﺨښﯥ دَ ﺧﭙﻮ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺟﻮړﯦږي ..او ﺑﻴﺎ دَ ﻫﻮا ﻳﺎ دَ اوﺑﻮ ﭘﻪ څﭙﻮ ﺑﻴﺮﺗﻪ دﻏﻪ
ﺟﻮړي ﻧﺨښﯥ ګډي وډي ﺷﻲ -ﻧﻮ دﻟﺘﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻣﺤﺒﻮب ورﻛﯧﺪه او ﺑﻴﺎ دَ ﺧﭙﻞ ورك ﻣﺤﺒﻮب ﻟټﻮن دا
ﻧﻈﻢ ﺑﯧﺨﻲ ﺑﯥ ﺳﺎﺧﺘﻪ ﻛﻮي -ﺧﻴﺎل ډﯦﺮ ﻧﻮى دى -ﻳﻌﻨﯥ دَ ډﯦﺮ ﻟټﻮن او ﺳﺘړﻳﺎ ﭘﺲ دَ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ دا ﺧﺒﺮه
راﺗﻠﻞ ﭼﯥ ..دَ ﻫﻐﻪ ورك ﺷﻮى ﻣﺤﺒﻮب ﺧﻮ ﭼﺮﺗﻪ دَ ﺳﻤﻨﺪر دَ ﺳﺎﺣﻞ ﭘﻪ ﺷګﻮ ﻛﯥ ﻣﺰل ﺗﻪ ﻧﻪ دى ﺟﻮګﻪ ﺷﻮى ..؟
ﭼﯥ ﭘﻠﻮﻧﻪ ﻳﯥ دَ ﺧﭙﻮ ﻧﻪ ښﻜﺎري -
دَ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻗﻠﻢ ﭘﻪ اﻟﺠﺰاﺋﺮ ﺳﻴﺪي ﻓﺮج ﻧﻮﻣﻲ ځﺎى ﻛﯥ ﻳﺎ ﺳﺎﺣﻞ ﺑﺎﻧﺪې ﻟﻴﻜﻞ ﺷﻮى دا ﻧﻈﻢ دوﻣﺮه ﺳﺎده
او واﺿﺤﻪ ﻣﻌﻨﯥ ﻟﺮي ﭼﯥ ﻫﻴڅ ﻗﺴﻢ اﺑﻬﺎم ﭘﻪ ﻛﯥ ﻧﺸﺘﻪ -دَ دې ﻧﻈﻢ دَ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﻧﻪ ﭘﺲ ﻗﺎري داﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳﻮي
ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮ دﻏﻪ ﻧﻈﻢ او دَ دې ﻧﻈﻢ ﻓﻜﺮ ﻟﻜﻪ دَ " وﺣﻲ" راورﯦﺪﻟﻰ وي -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻣﻮﻧږ دا وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ ﭼﯥ
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﻣﻴﻨﯥ او ﺟﻨﻮن ﻛﯧﻔﻴﺖ دَ اﻧﺘﻬﺎ ﺗﺮ ﺣﺪه رﺳﯧﺪﻟﻰ ښﻜﺎري او داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ ﭼﯥ
دﺋﻰ ﭘﻪ ډﯦﺮ ﺻﺪاﻗﺖ ﺧﭙﻞ اﺣﺴﺎس او ﺟﺬﺑﯥ ﭘﻪ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ځﺎﻳﻮي -او ﻛﻪ اوواﻳﻮ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﻛﻮﻣﻪ
دﻋﻮﯦﻜﻮي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻓﻦ ﻛﯥ دَ ﺻﺪاﻗﺖ څﻮﻣﺮه ﻗﺎﺋﻞ دى ..ﻧﻮ دﻏﻪ ﺟﺬﺑﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ دې ﻧﻈﻢ او دَ ټﻮﻟﯥ ﺷﺎﻋﺮۍ
ﻧﻪ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﻇﺎﻫﺮه ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﭘﻮرﺗﻪ اووﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ ﭼﯥ دا ﻧﻈﻢ ﺑﯥ ﭘﻨﺎه ﺑﯥ ﺳﺎﺧﺘګﻲ ﻟﺮي ..ﻧﻮ ﭘﻪ
دې ﺑﻨﻴﺎد دا ﺧﺒﺮه دﻟﺘﻪ ځﻜﻪ ﺗﻜﺮاروم ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ډﯦﺮه ﺳﺎدګۍ دَ ﺧﭙﻠﻮ
اﺣﺴﺎﺳﺎﺗﻮ څﺮګﻨﺪوﻧﻪ ﻛړي ده -ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﻳﯥ ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ دى ..ﺧﻮ اﺳﺘﻌﺎري او اﺷﺎرې ﻳﯥ اّﻗﺎﻗﻲ ﻣﻌﻴﺎر
ﻟﺮي -دﻟﺘﻪ ﻫﻢ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻮﺟﻪ دَ دې ﻧﻈﻢ ﻓﻨﻲ ﺟﻮړښﺖ ﺗﻪ راګﺮځﻮم -ﻳﻌﻨﯥ دا اﺗﻬﻪ ﻣﺼﺮﻋﻴﺰ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ
ﻳﻮ دﯦﺮش ﺗﻮري دي ..ﻫﻢ دراﺻﻞ ﭘﻪ درﻳﻮ ﭘﻨځﻠﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﭘﺎﺑﻨﺪو او ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې داﺳﯥ ﻣﺸﺘﻤﻞ
دى ..ﻟﻜﻪ
ﺷﺎﻋﺮ ادﻳﺐ دَ ژوﻧﺪ او دَ دُﻧﻴﺎ ﭘﻪ ﺣﺎﻻ ﺗﻮ ﻫﺮ وﺧﺖ ﻧﻈﺮ ﺳﺎﺗﻲ ..او اﻧﺴﺎن ﭼﯥ دَ ﻛﻮﻣﻮ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻧﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ
ژوﻧﺪ او ټﻮﻟﻨﻪ ﻛﯥ ﺗﯧﺮﯦږي ﻧﻮ ﭘﻪ دﻏﻪ ﺣﺎﻻ ﺗﻮ ﺳﺘﺮګﻲ ﻧﻪ ﺷﻲ ﭘټﻮﻟﻰ -دَ ﭘﻮرﺗﻨﻲ ﻧﻈﻢ ﻧﻪ دا اﻧﺪازه ﻫﺮ ﭼﺎﺗﻪ ﭘﻪ
اّﺳﺎﻧﻪ ﻟګﯧﺪى ﺷﻲ ﭼﯥ دَ رواﻧﯥ ﺻﺪۍ اّﻏﺎز ﭼﯥ ﭘﻪ دُﻧﻴﺎ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻛﻮم رﻧګ ﺷﻮى دى ..ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﯥ اﺷﺮف
اﻟﻤﺨﻠﻮﻗﺎت دﻏﻪ اﻧﺴﺎن ..دَ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ ﭘﻪ ﻧﻮم ﭼﯥ څﻨګﻪ ځﻨﺎوري روﺋﻴﻮ ﺳﺮه ژوﻧﺪ ﻣﻴﺪان ﺗﻪ راداﻧګﻠﻲ دي..
ﻫﻐﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺗﺎرﻳﺦ ﺷﺮﻣﻮي -ﻳﻌﻨﯥ اﻧﺴﺎن ﭼﯥ ﻛﻮﻣﻮ ﻧﻮوْ ﻧﻮوْ ﭼﯧﻠﻨﺠﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮى دى ..ﻧﻮ ﭘﻪ دې ﻛﯥ
دَ دﻏﻪ ﺣﺎﻻﺗﻮ او دَ ﻧﻦ دَ دور ﻳﻮ روښﺎﻧﻪ ﺗﺼﻮﻳﺮ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ راځﻲ -ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﭼﯥ څﻪ اوﺷﻮ او څﻪ
ﭘﻪ ﻛﯥ روان دي ..ﭘﻪ ﻋﺮاق ﻛﯥ ﭼﯥ څﻪ اوﺷﻮ او ﻧﻦ ﺳﺒﺎ دَ ﻛﻮﻣﻮ ﺣﺎﻻ ﺗﻮ ﻧﻪ ﺗﯧﺮﯦږي او ﺣﺎﻛﻤﻮ ﻗﻮﺗﻮﻧﻮ ﻛﻮم
اﺳﺘﺤﺼﺎل ﭘﻪ ﻛﻮم رﻧګ ﻛﯥ روان دى ..ﻧﻮ ﭘﻪ دﻏﻪ ﺣﺎﻻ ﺗﻮ ﻳﻮ ﺣﺴﺎس ﻟﻴﻜﻮال ﺑﻪ ژاړي ﻧﻪ ..ﻧﻮ ﻧﻮر ﺑﻪ څﻪ ﻛﻮي -
ﻛﻮم ﺧﻠﻖ ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻠﯥ ژﺑﯥ ،دَ ﺧﭙﻞ ﺛﻘﺎﻓﺖ ،دَ ﺧﭙﻞ ﺗﺎرﻳﺦ او دَ ﺧﭙﻞ ﻣﺬﻫﺐ ﺳﺎﺗﻨﻪ ﻛﻮي ..ﻧﻮ ﭘﻪ دُﻧﻴﺎ ﻛﯥ اوﺗﻲ
ﻗﻮﺗﻮﻧﻪ دﻏﻪ اﻣﻦ ﭘﺴﻨﺪه ﺧﻠﻘﻮ ﺗﻪ ﺗﺮﻫﻪ ګﺮ واي -او څﻮك ﭼﯥ ﻻﺳﻮﻧﻪ دَ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ﻛﯥ ﻛﻜړ ﻟﺮي ..ﻫﻐﻮئ
اﻣﻦ ﭘﺴﻨﺪ او دَ اﻣﻦ ټﻬﯧﻜﻪ داران ﺟﻮړ ﺷﻮي دي -او ﻛﻪ دَ دﻏﻪ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﭘﻪ ﺗﻨﺎﻇﺮ ﻛﯥ ﻧﻦ اوګﻮرو ..ﻧﻮ ﭘﻪ ټﻮﻟﻪ
ﻧړۍ ﻛﯥ دَ اﻣﻦ وﺟﻮد ﻣﺸﻜﻮك ﺷﻮى دى او اﻧﺴﺎﻧﺎن ..اﻧﺴﺎﻧﺎن ﻧﻪ دي ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮي -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻧﻦ دﻟﺘﻪ ﻫﺮ
ﻣﺎﺣﻮل او ټﻮﻟﻨﻪ دَ ﺟﻨګ دَ ﺧﻄﺮو ﻧﻪ ډﻛﻪ ده -ښﺎﻏﻠﻰ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﭘﻪ ډﯦﺮ اﺧﺘﺼﺎر دا ﭘﻮرﺗﻨۍ
ﻣﻮﺿﻮع ﭘﻪ ډﯦﺮه ﺳﺎده او واﺿﺤﻪ اﻧﺪاز ﻛﻮي -ﺧﻮ ﭘﻪ ﻳﻮ څﻮ ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺒﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻳﻮ ﺷﺪت دَ ﻣﻈﻠﻮم دَ
ورﺳﺘۍ ﭼﻴﻐﯥ ﭘﻪ رﻧګﻪ ﻣﺤﺴﻮﺳﯧږي -ﻛﻮم ﻧﻪ ﭼﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ دَ زړه دَ درد اﺣﺴﺎس ﻛﯧﺪى ﺷﻲ -دﻟﺘﻪ ﻳﯥ روﺋﻴﻪ
اﺣﺘﺠﺎﺟﻲ ﻫﻢ ده ..ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ دا ﺷﺪت او ﺟﻨﻮن ﺑﺪ ﭘﻪ دې ﻧﻪ ښﻜﺎري ﭼﯥ دا دَ ﻳﻮ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﺟﺬﺑﻮ ژړا ده -او ﻛﻠﻪ
ﻫﻢ ﻳﻮ ﺷﺎﻋﺮ ﻳﺎ ادﻳﺐ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺣﺎل ﭼﭗ ﻧﻪ ﺷﻲ ﭘﺎﺗﯥ ﻛﯧﺪى -ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ وﺧﺖ او ﺣﺎﻻﺗﻮ ﺗﺮﺟﻤﺎن ﻳﺎ
اﻧځﻮرګﺮ ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻲ -دَ ﺷﻮق دَ دﻏﻪ ﺻﺪاﻗﺖ درد او څړﻳﻜﯥ څړﯦﻜﯥ اﺣﺴﺎﺳﺎت ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دﻏﺴﯥ اﺣﺘﺠﺎج
ﻣﺠﺒﻮره ﻛﻮي -
ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﺗﻮګﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ اﺗﻬﻮ وړو ﻣﺼﺮﻋﻮ او ﺷﭙږوﻳﺸﺖ ﺗﻮري ﻟﺮي ..ﺑﺎﻧﺪې
ﻣﺸﺘﻤﻞ دى -دَ دې ﻧﻈﻢ ﻣﺨﺘﺼﺮ وﺟﻮد ﺗﻪ ﭼﯥ ګﻮرو ،ﻧﻮ ﻳﻮه ﻟﻮﻳﻪ ﺧﺒﺮه ﭘﻪ ﻛﯥ ﺷﻮي ده -ﻧﻮ دﻏﻪ ﻟﻨډې وړې
ﻣﺼﺮﻋﯥ ﺧﭙﻠﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ رﺑﻂ او ﺗړون ﻟﺮي ﭼﯥ دَ ﻧﻈﻢ ﻓﻨﻲ اډاڼﻪ ﻧﻪ ﺧﺮاﺑﻮي -او ﻛﻪ ﭘﻪ دې ﺣﻮاﻟﻪ دَ دې ﻧﻈﻢ
ﻧﻮره ﻓﻨﻲ ﺗﺠﺰﻳﻪ ﻛﻮوْ ..ﻧﻮ داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ ﭼﯥ دﻏﻪ ﻧﻈﻢ ﻳﻮاځﯥ ﭘﻪ ﻳﻮه اوږده ﻓﻘﺮه ﻳﺎ ﺧﺒﺮه ﺧﻮر دى ..ﺧﻮ
ﻧﻪ !!..دا ﻧﻈﻢ زﻣﺎ دَ ﺗﺠﺰﻳﯥ ﻣﻄﺎﺑﻖ ﭘﻪ څﻠﻮرو ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺸﺘﻤﻞ دى -دَ ردﻫﻢ او اّﻫﻨګ
ﻟﻪ ﺳﻮﺑﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻣﻮﺳﻴﻘﻴﺖ ﻣﻮﺟﻮد دى -ﻣﻄﻠﺐ دا دى ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﻧﻈﻢ اّزاد ﻧﻪ ﺑﻠﻜﻪ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ دى ..
ﻟﻜﻪ
دي ﭘﻪ وﻳﻨﻮ دَ ﭼﺎ ﭼﯥ ﺧﻠﯥ ﻟړﻟﻲ
ﺳﻮﻛﺎﻟۍ ژﻏﻮي ﻫﻐﻮئ ﺳُﺮﻧﺎ دَ
ﺧﻮ څﻮك ﭼﯥ ﺷﻮ ﻟﻮګﻰ ﻟﻮګﻰ ﭘﻪ اﻣﻦ
ﺑﺎداران واي ﺗﺮﻫﻪ ګﺮ ﻫﻐﻮئ ﺗﻪ
۵ـ ـ اّﺋﻴډﻳﻞ
ﻣﺎ ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ دَ ژوﻧﺪ ﭘﻪ ګﻮدر ﺑﺎﻧﺪې
ﻛﻮﻣﻪ ﭘﯧﻐﻠﻪ
ژﻏﻮﻟﯥ ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﺑﺎب ده
ﻫﻐﯥ ﻣﺎﺗﻪ ﺳﺮ ﺗﺮ ﭘﺎﻳﻪ دي ﻛﺘﻠﻲ
ﺑﻴﺎ ﻳﯥ دوﻣﺮه دي ﻓﻘﻂ راﺗﻪ وﺋﻴﻠﻲ
ﭼﯥ دَ ﺧﻴﺎل ﭘﻪ ﻧﻴﻠﻲ ﺳﭙﻮر
اې ﻟﯧﻮﻧﻴﻪ!!
دا ﺟﻨۍ زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻛﻠﻲ ﻛﯥ ﻧﻪ اوﺳﻮ
ښﺎﭘﯧﺮۍ زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻛﻠﻲ ﻛﯥ ﻧﻪ اوﺳﻲ
ﭘﻪ ﻛﻮﺋټﯥ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻞ ﺷﻮي دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﺎﻏﻪ دَ ﻟټﻮن اﺣﺴﺎس ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﭘﻪ ډﯦﺮ
ﺷﺪت ﺳﺮه ﭘﻪ ﻧﻈﺮ راځﻲ -ﺧﻮ دا ﻟټﻮن او ﺗﺎﻻش ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ دﻟﺘﻪ ښﻜﺎري -ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻛﻪ دﻏﻪ دَ ﻳﻮې
څﯧﺮې ﻳﺎ دَ ﻳﻮ ﻣﺦ ﻟټﻮن وى ..ﻧﻮ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ ..دا ﻟټﻮن دَ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ دې ﺟﻬﺎن ﻛﯥ ﺧﺘﻢ ﺷﻮى وى -ﺧﻮ دَ ښﺎﻏﻠﻲ
ﺷﻮق ﻟټﻮن دَ ﻳﻮې ښﺎﭘﯧﺮۍ او ﺟﻴﻨۍ ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ﻣﻮﻧږ دَ ﻳﻮ ﻋﻼﻣﺖ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ګڼﻠﻰ ﺷﻮ -وﻟﯥ ..ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﻛﻮﻣﻪ
څﯧﺮه ﻟټﻮي او ﻳﺎ دَ ﺧﻠﻘﻮ ﻧﻪ دَ ﻫﻐﻪ څﯧﺮې ﺗﭙﻮس ﻛﻮي ﻧﻮ ﻫﻐﻪ څﯧﺮه ﻛﻢ از ﻛﻢ ښﻜﺎره څﯧﺮه ﻧﻪ ده -ﺑﻠﻜﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮ
ﻣﻄﻠﺐ دﻟﺘﻪ دَ دې څﯧﺮې ﻧﻪ دَ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ اﻧﺴﺎﻧﻲ اوﺻﺎﻓﻮ ،روﺋﻴﻮ ،ﺧﻮﻳﻮﻧﻮ ،ﺗﻘﺎﺿﻮ او اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻗﺪروﻧﻮ ﺳﺮه
ﺗړﻟﻲ داﺳﯥ ﻳﻮ ﻣﺜﺎﻟﻲ څﯧﺮه ده -ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ څﯧﺮه ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ او ﻳﺎ دَ داﺳﯥ ﻳﻮ ﻣﺜﺎﻟﻲ اﻧﺴﺎن څﯧﺮه ..
ﭼﯥ دَ وﺧﺖ دَ ﻗﻴﺪ ﻧﻪ اّزاده څﮕﯧﺮه وي -وﻟﯥ ﭼﯥ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ څﯧﺮې ﻧﻘﺸﻮﻧﻪ ﭘﺎﺋﻴﺪار ﻧﻪ وي او ﻧﻪ ښﺎﻏﻠﻰ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق دَ دﻏﺴﯥ څﯧﺮې ﺧﺒﺮه ﻛﻮي -
ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﭼﯥ ﻛﻮﻣﻪ څﯧﺮه ﻛﻮر ﭘﻪ ﻛﻮر ،ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻛﻠﻲ ،ګﻮدر ﭘﻪ ګﻮدر ﻟټﻮي ..ﻧﻮ ﻫﻐﻪ دَ
ﭘﻮرﺗﻨﻮ ﻏﻮښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﻣﻌﻴﺎر ﻣﻮﺟﻮده ﻧﻪ ده -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﺧﻠګ ﻟﯧﻮﻧﻰ واي -ﺧﻮ دﻏﻪ ﻟﯧﻮﻧﻰ دَ ﺧﭙﻞ ﻧﻈﻢ دَ
ﻓﻜﺮ و ﺧﻴﺎل ﭘﻪ ژورو ﻛﯥ ﻣﺠﻨﻮن دَ ﻫﺎﻏﻪ ﻟﻴﻼ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﺗﯧﺮو ﻛﯥ ورﻛﻪ ده ..اودﺋﻰ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻟټﻮن دى-
دَ دې ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻓﻨﻲ او ﺗﻜﻨﻴﻜﻲ اړﺧﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﺎب ﺑﻪ اوواﺋﻴﻮ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻧﻬﻮ وړو او ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې
ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دﻏﻪ ﻧﻈﻢ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دَ ﻳﻮې ﻗﻴﺼﯥ داﺳﺘﺎﻧﻲ ﺷﻜﻞ ﻟﺮي ..ﺧﻮ ﭘﻪ دې داﺳﺘﺎن ﻛﯥ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ
اﻓﺴﺎﻧﻮي اﻧﺪاز دَ وراﻳﻪ ښﻜﺎري -ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻛﻪ ﻟﻪ ﭘﯧﻐﻠﻮ ﻧﻪ دَ ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻄﻠﻮﺑﯥ ﺟﻴﻨۍ ﺗﭙﻮس ډﯦﺮ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ
او ﻧﻮى واﻟﻰ ﭘﻴﺪا ﻛﻮي -ﭘﻪ دې ﭼﯥ داﺳﯥ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﭼﯥ څﻮك دې ﻳﻮې ښﻜﻠﻲ ﺟﻴﻨۍ ﻧﻪ دَ ﺑﻠﻲ
ﺟﻴﻨۍ ﺗﭙﻮس اوﻛړي !!..ﺧﻮ دا دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛﻤﺎل دى ﭼﯥ ﭘﻪ اﻛﺜﺮو ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ دﺋﻰ ډﯦﺮ ﭘﻪ ﻣﻜﺎﻟﻤﺎﺗﻲ
اﻧﺪاز ﻛﯥ دَ ﻧﻪ ﻣﻨﻮﻧﻜﻮ ﺧﺒﺮو ﺳﺮه ﻛﻮي -دا آزاد ﻧﻈﻢ دراﺻﻞ ﭘﻪ اوو داﺳﯥ ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻣﺸﺘﻤﻞ ﻳﻮ ﭘﺎﺑﻨﺪ
ﻧﻈﻢ دى ﭼﯥ ﻫﺮه ﻳﻮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻳﯥ دوﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻪ ﻟﺮي ..ﻟﻜﻪ
دا ﻧﻈﻢ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻟﻨﺪن ﻧﻪ دَ دوﺑۍ ﭘﻪ ﻟﻮر ﭘﻪ ﺳﻔﺮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻛﺎل 1996ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ دى -ﭘﻪ دې
ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﭘښﺘﻮن ﻗﻮم ﻛﻮﻣﯥ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺑﺪﻧﺼﻴﺒۍ ﺗﻪ اﺷﺎره ﻛﻮي ..ﻧﻮ ﭘﻪ ﻇﺎﻫﺮي ﺷﻜﻞ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ
ډﯦﺮه واﺿﺤﻪ ده -ﻳﻌﻨﯥ ﻫﺎﻏﻪ آﺛﺎر ﭼﯥ ﭘښﺘﻮن ﭘﺮې ﻳﻮ ﻣﺎرﺷﻞ ﻳﺎدﯦﺪو ﻟﻜﻪ دَ ﻣﺜﺎل ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ " ﺗُﻮره" او دَ ﺗُﻮرې
ﺳﺮه ﺗړﻟﻲ ﻧﻮرې وﺳﻠﯥ -ﺧﻮ دَ ﺑﺪه ﻣﺮﻏﻪ ﭘﻪ ﻫﻢ ﻫﺎﻏﻪ ﺧﭙﻠﻮ وﺧﺘﻮﻧﻮ او اوﺳﻨﻮ زﻣﺎﻧﻮ ﻛﯥ ﺗﺮﺑګﻨﻮ ،دښﻤﻨﻮ دﻏﻪ
آﺛﺎر دَ ﻣﻨځﻪ ﻳُﻮړو -او ﭼﯥ څﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮي وو ..ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﻣﻮ ﻫﻢ ﺑﻞ ﺗﻪ ﭘﻪ " ﺗﺤﻔﻮ" ﻛﯥ ورﻛړل -زﻣﺎ اﺷﺎره
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ ده -ﻛﻮم ﭼﯥ دَ وﺧﺖ او زﻣﺎﻧﯥ دَ دﻏﻪ اﻧﻘﻼب ﻧﻪ راﺗﯧﺮ ﺷﻮى دى -او ﭘﻪ دﻏﻪ اﻧﻘﻼب ﻛﯥ ﻛﻪ ﻳﻮ
ﺧﻮاﺗﻪ دَ ﻟﻜﻬﻮﻧﻮﭘښﺘﻮ وﻳﻨﯥ ﺑﻬﯧﺪﻟﻲ ده -ﻧﻮ ﺑﻞ ﺧﻮا ژوﻧﺪو ﭘﺎﺗﻮ ﭘښﺘﻨﻮ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﺗﺎرﻳﺨﻲ او ﻟﺮﻏﻮﻧﻲ
اّﺛﺎر ﭘﻪ څﻮ ﭘﻴﺴﻮ داوْ ﻛړل -او داﺳﯥ ﭼﯥ دَ اﻓﻐﺎن او ﭘښﺘﻮن ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺣﯧﺜﻴﺖ دَ ﺧﭙﻠﻪ ﻻﺳﻪ ) دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ
ﻳﻮ ﺑﻞ ﻧﻈﻢ " ﻣﺎرﺷﻞ ﭘښﺘﻮن" ﭼﯥ " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻧﺎﻣﻲ ﻛﺘﺎب ﻛﯥ ﭘﻪ ﺻﻔﺤﻪ ﻧﻤﺒﺮ 22ﺑﺎﻧﺪي ﭼﺎپ دآ (
اوﺑﺎﺋﻴﻠﻮ-
ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ دا ﭘﻮرﺗﻪ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ګﻮرو ..ﻧﻮﺗﺸﺮﻳﺢ ﻳﯥ ډﯦﺮه واﺿﺤﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ
اﺷﺎرې -ﻟﻜﻪ ﭘﺮوﻧﻰ ﭘښﺘﻨﻲ ﻏﯧﺮت ،ﭼﯥ ﻧﻦ ﭘﻪ ﻧﻴﺸﺖ ﺣﺴﺎب دى ..ﻳﺎ ﭘښﺘﻨﻲ ﻧﻨګ ،دَ ﻛﻮم ﻧﻪ ﭼﯥ ﻧﻨﻨﻰ
ﭘښﺘﻮن ﺧﺎﻟﻲ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ ..دﻏﻪ رﻧګ ﭘﺖ او ﻣړاﻧﻪ ﻫﻢ دَ ﻧﻦ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮن ﻛﯥ ﺗﺮ ﻟﺮې ﻟﺮې ﭘﻪ دورﺑﻴﻦ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻧﻪ
ښﻜﺎري -ﻳﻌﻨﯥ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دا ﺑﻠﻜﻪ ﭘښﺘﻨﻲ وﺟﻮد ،ﭘښﺘﻮ ،ﭘښﺘﻨﻲ ﻛﻠﺘﻮر او ژﺑﻪ ،ﺗﻬﺬﻳﺐ او ﺗﻤﺪن ..ﻫﺮ څﻪ ﻳﯥ
دَ ﻻﺳﻪ ورﻛړي دي !!..ﻛﻮم ﭼﯥ ﻧﻦ دَ ﻫﻐﻮ اﻗﻮاﻣﻮ ﭘﻪ ﻗﺒﻀﻪ ﻛﯥ ښﻜﺎري ﭼﯥ ﭘﺮون ﭘﺮې ﭘښﺘﻨﻮ ﺑﺎداري ﻛﻮﻟﻪ،
ﺧﻮ ﻧﻦ ﻳﯥ ﭘښﺘﻮن ﻣﺮﺋﻴﻰ دى -
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻓﻨﻲ اﻋﺘﺒﺎر دَ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻛﻪ څﻪ آزاد ﻧﻈﻢ ښﻜﺎري ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ
ﻣﻮﺟﻮد ﺗﺴﻠﺴﻞ ،رواﻧﻲ او ردﻫﻢ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ﭘﻪ دې ﻣﺠﺒﻮر ﻛﻮي ﭼﯥ ورﺗﻪ ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻳﺎ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ اووﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ -
او ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻫﻢ دا دى ﭼﯥ دا ﭘﻪ ﻧﻬﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې اړه ﻟﺮوﻧﻜﻰ ﻧﻈﻢ دراﺻﻞ ﭘﻪ اوو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻣﺸﺘﻤﻞ ﻧﻈﻢ دى
ﭼﯥ ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻳﯥ ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ده ..ﻟﻜﻪ
دا ﻧﻈﻢ ﻛﻮم ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻓﺮاﻧﺲ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻛﺎل 1996ع ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ دى ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﺎﻓﻲ اﻟﻀﻤﻴﺮ ﭘﻪ
ښﻜﺎره او واﺿﺤﻪ ﺗﻮرو ﻛﯥ ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ ډﯦﺮ ﭘﻪ ﻫﻨﺮ ﺑﻴﺎﻧﻮي ..او دَ ﺷﻮق دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﭘﻪ ذﻫﻨﻮﻧﻮ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ
ﻟټﻮن دَ څﯧﺮې ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮي ټﻮﻟﻮ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻮ ﺗﻪ ځﻮاﺑﻮﻧﻪ وړاﻧﺪي ﻛﻮي -ﻳﻌﻨﯥ ﺧﺒﺮه ښﻜﺎره ﺷﻮه ﭼﯥ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛﻮﻣﻪ څﯧﺮه ﻟټﻮي ﻫﻐﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ څﯧﺮه ﻫﺮګﺰ ﻧﻪ ده ..ﻫﻐﻪ څﯧﺮه ﻫﺎﻏﻪ څﯧﺮه ده ﭼﯥ دَ ده ﭘﻪ ﻗﻮل دَ
ﺷﻮدو)ﭘﻴﻮ( ﻧﻪ ﺳﭙﻴﻨﻪ ده -او ټﻮل ﻧﻘﺸﻮﻧﻪ ﻳﯥ ځﺎن ځﺎﻧﺘﻪ دَ ژوﻧﺪ ښﻜﻼګﺎﻧﯥ ﻟﺮي او دا ښﻜﻼګﺎﻧﯥ ﻫﺎﻏﻪ ﭘټﻲ
څﯧﺮې دي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ اﻧﺴﺎﻧﻲ اﻗﺪار ،اﻧﺴﺎن دَ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﺑڼﻪ ..ﻻﻛﻦ ﭘﻪ ﻳﻮه ﭘُﺮاﻣﻨﻪ ﻣﺎﺣﻮل ﻛﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ-
څﻨګﻪ ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ اﻣﻦ دَ ده ﻣﻨﺸﻮر او ﻣﻴﻨﻪ دَ ده ﻣﺴﻠﻚ دى ﻫﻢ ﭘﻪ دې
ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺻﻔﺎ ټﻜﻮ ﻛﯥ ﺧﭙﻞ اﻧﺪرون ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺷﻌﺮي اﻧﺪاز ﻛﯥ وړاﻧﺪي ﻛﻮي -زﻣﺎ دَ ﺗﺠﺰﻳﯥ ﻣﻄﺎﺑﻖ
دا ﻧﻈﻢ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻳﻮ څﻮ ﺳﺎده او واﺿﺤﻪ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻳﻮ ډﯦﺮ ښﻪ ﻧﻈﻢ دى ،ﭼﯥ ډﯦﺮ ډاﺋﺮﯦﻜټ او ﭘﻪ داﺳﯥ
ﺳﺎدګۍ ﻓﻜﺮي او ﻣﻌﻨﻮﻳﻲ ژورﺗﻴﺎ ﻟﺮي -ﭼﯥ دَ اﺑﻬﺎم ﭘﻪ اړه ﻣﻌﻨﻮي ﺗﺠﺮﻳﺪي اﺷﻜﺎل ﭘﻪ ﻛﯥ ﻧﺸﺘﻪ -
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻣﻄﻠﻮﺑﯥ څﯧﺮې ..ﺑﻠﻜﻪ ﻳﻮاځﻴﻨۍ څﯧﺮه ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ او ﭘﻪ ﺧﺎص ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ
ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ دَ ﻳﻮ ﺗﺴﻠﺴﻞ ﺗﻜﺮار ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻣﻮﻧږ وﻳﻨﻮ ..ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ ..ده ﭼﯥ
څﻨګﻪ دَ ﻫﻐﯥ ورﻛﯥ څﯧﺮې ﻧﻘﺸﻮﻧﻪ ،رﻧګ او دَ ﺧﭙﻞ ﺧﻮاﻫﺶ ﻣﻄﺎﺑﻖ ﺑڼﯥ ﭘﻪ درځﻨﻮ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﺗﻬﻴﻢ
ﺗﺮ ژورﺗﻴﺎ رﺳﻮﻟﻲ دي ..ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ښﻜﺎري ..ﺧﻮ ﺗﺘﻪ ﺗﺘﻪ او ﻻ ﻳﯥ ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻰ ﻧﻪ ﺷﻮ -دا دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ
ﺷﺎﻋﺮۍ ﻫﻐﻪ ﺳﺴﭙﻨﺲ دى ﭼﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ځﺎن ﭘﺴﯥ ﭘﺴﯥ ګﺮځﻮي او دا دَ ﻫﻐﻪ ﺷﻌﺮي او ﻫﻨﺮي ﻓﻦ دى ..
ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ داﺳﯥ اﻧﺪاز ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ دَ ﻣﺜﺎل ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ دَ ده ﻧﻪ ﻋﻼوه ﭼﺮﺗﻪ ﻫﻢ ﻧﺸﻲ ﻟﻴﺪﻟﻰ -دا دَ ده
ﺷﻌﺮي ځﺎﻧګړﺗﻴﺎ ده -ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ ﭼﯥ ګﻮرو ..ﻧﻮ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻟټﻮن څﯧﺮه ﭘﻪ ﻧﻨﻨﻲ اﻧﺴﺎن ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ
ﺧﻮاﻫﺶ ﻣﻄﺎﺑﻖ ﻧﺸﻲ ﻟﻴﺪﻟﻰ -او دا ځﻜﻪ ﭼﯥ دَ ﻧﻦ اﻧﺴﺎن ﺧﭙﻞ زړه او ځﻴګﺮ دَ ﻣﻴﻨﯥ او ﻣﺤﺒﺖ دَ ﺟﺬﺑﻮ ﻧﻪ ﺧﺎﻟﻲ
ﻛړى دى ..او دَ ﺧﻮدﻏﺮﺿۍ او ﻧﻔﺴﺎﻧﻔﺴۍ ﭘﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻣﺎﺣﻮل ﻛﯥ راﺑﻨﺪ دى ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ اﻗﺪارو
ﻣﻄﺎﺑﻖ اﻧﺴﺎن ﺟﻮړﯦﺪﻟﻮ ﻣﻮﻗﻌﻪ ﻫﻢ ﻧﺸﺘﻪ -ﻫﻢ دا ﺳﻮب دى ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻻ ﺧﻮ ﭘﻪ ﻟټﻮن ﻛﯥ ښﻜﺎري او
ﻣﺎﺗﻰ ﻧﻪ ﻣﻨﻲ -ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ دَ ده ﺗﻮﻗﻊ ﻻ اوس ﻫﻢ دَ ﻣﻴﻨﯥ او ﻣﺤﺒﺖ دَ وﺟﻮد ﺣﺼﻮل وي -دا ډﯦﺮه ښﻪ ﺧﺒﺮه ده ..ﭼﯥ
دَ ﻳﻮ اُﻣﻴﺪ ﺷﻤﻊ ﻳﯥ روښﺎﻧﻪ ﻛړي ده او دَ ﻣﺎﻳﻮﺳۍ ﻧﻪ ﺧﭙﻞ وﺟﻮد ﻟﺮي ﺳﺎﺗﻲ -اوس ﺑﻪ دَ دې ﻧﻈﻢ ﻓﻨﻲ ﺗﺠﺰﻳﻪ
اوﻛړو -دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻳﻮﻟﺲ وړو او ﻟﻮﻳﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪي ﻣﺸﺘﻤﻞ ښﻜﺎري دراﺻﻞ ﭘﻪ ﺷﭙږو ،دوﻟﺲ
ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﺑﺮاﺑﺮو ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې اړه ﻟﺮي ....ﻟﻜﻪ
" ﺗﻨګ اّﻣﺪ ﺑﻪ ﺟﻨګ اّﻣﺪ" .....دا ﻧﻈﻢ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ دې ﻓﺎرﺳۍ ﻣﺤﺎورې ډﯦﺮه ښﻪ ﭘښﺘﻨﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ
ﺗﺸﺮﻳﺢ ﻛﻮي او ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ډﯦﺮ اﺧﺘﺼﺎر -ﻳﻌﻨﯥ دا ﺣﻘﻴﻘﺖ دى ﭼﯥ ﭘﻴﺸﻮ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ..ﺑﯥ ﺿﺮره ځﻨﺎور دى ﺧﻮ
ﻛﻪ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻛﻮټﻪ ﻛﯥ ﺑﻨﺪه اوﺳﺎﺗﻠﻰ ﺷﻲ او ډاﻧګ ورﭘﺴﯥ راواﺧﺴﺘﻠﻰ ﺷﻲ ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﻫﻢ دَ ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ دَ ﺗﺤﻔﻆ
دﭘﺎره ﻣﺰاﻫﻤﺘﻲ روﺋﻴﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻛړي -او ﭘﻪ ﺳړي ﺑﻪ ﻟﻜﻪ دَ ﻳﻮ زﻣﺮي ﭘﻪ ﺷﺎن ور وَداﻧګﻲ !!...دا ﻧﻈﻢ ﭼﻮﻧﻜﻪ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق ﭘﻪ ﻛﺎل 2002ع ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ دى ..ﻧﻮ زﻣﺎ دَ ﺗﺠﺰﻳﯥ ﻣﻄﺎﺑﻖ دا ﻫﺎﻏﻪ دور وو ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﯥ او ﻧﻮرو ﺑﺎداري
ﻗﻮﺗﻮﻧﻮ دَ ﻣﻈﻠﻮﻣﻮ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻗﻮﺗﻮﻧﻮ او ﺧﺎﺻﻜﺮ اﺳﻼﻣﻲ او ﭘښﺘﻨﻲ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﭼﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دَ ټﻮﻟﻮ ﻧﻪ
ښﻜﺎره وو ﺑﺎﻧﺪې ﻏﯧﺮ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻇﻠﻤﻮﻧﻪ روا ﻛﻮﻟﻮ ،ﻣﻴﺎﻧﺪي ﻳﯥ ﺑﻮري ﻛﻮﻟﯥ ،ﭘﯧﻐﻠﻲ ﻳﯥ ﺳﺮﺗﻮرې ﻛﻮﻟﯥ او دَ
اّﺳﻤﺎﻧﻪ ﻳﯥ اوروﻧﻪ ﭘﺮې وروﻟﻮ !! ..ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دا ﺑﻠﻜﻪ دﻏﻪ ﻣﻈﻠﻮم اﻧﺴﺎن ﻳﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻏﯧﺮو اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻇﻠﻤﻮﻧﻮ دَ
ﺗﺸﺪد ښﻜﺎري ﻛﻮﻟﻮ -ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ داﺳﯥ ځﻨﺎوري اﻧﺪاز ..ﭼﯥ ﺷﺎﻳﺪ ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ داﺳﯥ ﻇﻠﻤﻮﻧﻪ ﻧﻪ وي ﺷﻮي -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻏﻪ اﻟﻤﻴﻪ دَ ﺑﻞ ﺳﺒﺎ راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ﻣﺰاﻫﻤﺖ ﭘﻪ ﻟﻮر اﺷﺎره ﭘﻪ داﺳﯥ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ﻛړي ده ﭼﯥ
دَ اﻣﻜﺎن ﻧﻪ زﻳﺎت ﺣﻘﻴﻘﺖ ښﻜﺎري -وﻟﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﻳﻘﻴﻦ ﻟﺮي ﭼﯥ ﭘﻪ زور او زﻳﺎﺗۍ ﺑﺎﻧﺪې زړوﻧﻪ ،
ذﻫﻨﻮﻧﻪ او روﺣﻮﻧﻪ دَ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﺗﺴﻠﻂ ﻻﻧﺪې ﻧﻪ ﺷﻲ راﺗﻠﻰ او دا اﻣﺮﻳﻜﻪ ﭼﯥ څﻪ ﻛﻮي ﻫﻐﻪ ..دَ ﺧﭙﻞ ﺳﺒﺎوْن
ﺳﺮه ﺑﺪ ﻛﻮي او دَ روس ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺟﺒﺮ او دَ ﻫﻐﻪ اﻧﺠﺎم ﺗﻪ اوږې ورﻛﻮي-
ﭘﻪ ﻓﻨﻲ او ﺗﻜﻨﻴﻜﻲ ﺗﻮګﻪ دا ﻧﻈﻢ ﺑﯧﺨﻲ ﻣﺨﺘﺼﺮ دى ﺧﻮ دَ دې اﺧﺘﺼﺎر ﺑﺎوﺟﻮد ﻫﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻛﯥ
دَ داﺳﯥ ﺷﻌﻮري ادراك ﻧﻪ ﻛﺎر اﻏﻴﺴﺘﻰ دى ﭼﯥ دَ ﻳﻮ وﺳﻴﻊ ﻋﻼﻗﯥ ﭘﺲ ﻣﻨﻈﺮ او دَ ﺗﻮر ﺗﺎرﻳﺦ ﻧﻪ ﻫﯧﺮﯦﺪوﻧﻜﻰ
ﺟﺒﺮ ﻳﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ راځﻲ -ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﺟﻮړوﻟﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ دَ ﭘښﺘﻨﻲ ﻣﺤﺎورې اﻧﺪاز ﭘﻪ ﺟﺪﻳﺪه ﺗﻮګﻪ ﺧﭙﻞ
ﻛړى دى اوﺳﺎده ﻟﻔﻈﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ ﻣﻘﺎﻣﻴﺖ ﺳﺮه ﺳﺮه دَ ټﻮﻟﯥ ﭘښﺘﻮﻧﺨﻮا ﻧﻤﺎﺋﻨﺪګﻲ ﻫﻢ ﻛﻮي -او دا دَ ﺷﺎﻋﺮ
ﻓﻨﻲ ﻛﻤﺎل او ﺷﻌﺮي ﺟﻤﺎل ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻲ -
دا دَ اووْ ﻣﺼﺮﻋﻮ وړوﻛﻰ ﻧﻈﻢ دراﺻﻞ دَ څﻠﻮرو ..دَ داﺳﯥ ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﻣﺼﺮﻋﻮ ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻧﻈﻢ دى ..
ﭼﯥ ﻣﺼﺮﻋﯥ ﻳﯥ ﺗﺮ ﺧﭙﻠﻮ ﻳﻮ اﻫﻨګ او رﺑﻂ ﻟﺮي -ﺧﻮ دَ ﻧﻈﻤﻴﻪ ﺷﻌﺮي ﺿﺮورت ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ وړو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ
وﯦﺸﻞ ﺷﻮى دى ..ﻫﻐﻪ څﻠﻮر ﭘﺎﺑﻨﺪه ﻣﺼﺮﻋﯥ ﻣﻮﻧږ دﻟﺘﻪ داﺳﯥ وړاﻧﺪې ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ -
٩ـ ـ ﺟﻨګ
زه ﭼﯥ ﻳﻮ ﺗﺮ ﻣﺮى ﻧﻴﺴﻢ
دَ ﺑﻞ ﺳﺮ وي راﺷﻴﻦ ﺷﻮى
ﭼﯥ دا ﺑﻞ ﻟﻪ ﺳﺮه ﻧﻴﺴﻢ
ګﻮرم ﺑﻞ وي زﯦږﯦﺪﻟﻰ ..
زﻣﺎ دَ ژوﻧﺪ ﭘﻪ ﻛﺮوﻧﺪه ﻛﯥ
ﻏﻤﻮ ﻛﺮ دى دوﻣﺮه ﻛړى
ﭼﯥ ﻧﻪ زه ﺷﻮم ﺗﺮې ﺑﯥ ﻏﻤﻪ
او ﻧﻪ ﺑُﻮټ دَ دوئ وﺗﻠﻰ
ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻨﻲ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ځﻴﻨﯥ ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﻟﻜﻪ " ﻏﻤﻮﻧﻪ ﺗﺮ ﻣﺮۍ ﻧﻴﻮل" ،ﺳﺮ را ﺷﻴﻦ ﻛﯧﺪل" " ،ﻟﻪ
ﺳﺮه ﻧﻴﻮل" " ،دَ ژوﻧﺪ ﭘﻪ ﻛﺮوﻧﺪه ﻛﯥ دَ ﻏﻤﻮﻧﻮ ﻛﺮ ﻛﻮل" " ،ﺗﺮﯦﻨﻪ ﺑﯥ ﻏﻤﻪ ﻛﯧﺪل " او " ﺑُﻮټ وﺗﻞ" ﻫﺎﻏﻪ
ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرې دي ..ﭼﯥ دي ﺧﻮ ﻧﻮي ﺟﻮړي ﺷﻮي ﺧﻮ ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘښﺘﻨﻲ ﻛﻠﺘﻮري ذاﺋﻘﻪ او ﺧﻮﻧﺪ دَ وراﻳﻪ ﻟﻴﺪى
ﺷﻲ -
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﺮﻛﻠﻪ دا ﻛﻮﺷﺶ وي ،ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻫﺮ ﻧﻈﻢ ،ﻏﺰل ﻳﺎ ﻧﺜﺮي ﻟﻴﻜﻨﯥ ﻛﯥ داﺳﯥ ﻧﻮي ﺧﺒﺮي
ﻳﻮ ﺑﻞ ﺳﺮه اوﺗړي ..ﭼﯥ ﻣﻌﻨﻮي اﺑﻬﺎم ﻧﻪ وي ﭘﻪ ﻛﯥ ..ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮي دي دَ دې ژﺑﯥ ﻟﻤﻦ ﻟﻪ ﻧﻮوْ ﻣﺤﺎورو ﻧﻪ ډﻛﻪ
ﻫﻢ ﻛړي -ﻧﻮ ځﻜﻪ دَ ﻫﻐﻪ دې ﺷﻌﻮري زﻳﺎر او ﻫﻠﻮ ځﻠﻮ ﺗﻪ ﺷﺎﺑﺎﺷﻰ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻢ ..ﭼﯥ دَ ﻓﻜﺮ ﺧﻮروﻟﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه دَ
ژﺑﯥ ﭘﻪ ﻟﻤﻦ ﻛﯥ دَ ﻟُﻐﺎﺗﻮ ﺳﻮﻏﺎت ﻫﻢ ور اﭼﻮي-
ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﺗﻮګﻪ دا ﻳﻮ ﺳﺎده او روان ﻧﺜﺮي ﻧﻈﻢ ښﻜﺎري ﺧﻮ ﻧﺜﺮي ﻧﻪ دى -وﻟﯥ ﻧﻪ دى او ﭘﺎﺑﻨﺪ وﻟﯥ دى ؟ ﻧﻮ
راﺷﺊ ﭼﯥ اوګﻮرو ..ﭼﯥ زﻣﺎ دَ ﺗﻨﻘﻴﺪي ﻧﻈﺮ او ﺗﺠﺰﻳﯥ ﻣﻄﺎﺑﻖ دا ﭘﻮرﺗﻪ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى اّزاد ﻧﻈﻢ څﻨګﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ
څﻠﻮرو ﺑﺮاﺑﺮو ﻫﻢ ﻗﺎﻓﻴﻪ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﺗﻘﺴﻴﻤﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ؟ ﭼﯥ ورﺗﻪ ﺑﻨﺪه آزاد ﻧﻈﻢ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ ﺑﺎﻗﺎﻋﺪه ﻳﻮ ﭘﺎﺑﻨﺪ
ﻧﻈﻢ اووﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ -
دا ﻧﻈﻢ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دَ ﻧﺎم ﻧﻬﺎد ﺟﻬﺎدي اﻧﻘﻼب ﭘﻪ ﭘﺲ ﻣﻨﻈﺮ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ دى -ﻛﻪ
څﻪ ﻫﻢ دا ﻧﻈﻢ ﺑﯧﺨﻲ ﻣﺨﺘﺼﺮ دى ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﺳﺘﻌﻤﺎل ﺷﻮي ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎره دَ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دَ ﺗﯧﺮو
څﻠﻮروﻳﺸﺖ ..ﭘﻨځﻪ وﻳﺸﺖ ﻛﻠﻦ ﺟﻨګ ﭼﯥ دَ ورور او ورور ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ دَ اﺳﻼﻣﻲ ﺟﻬﺎد ﭘﻪ ﻧﻮم ﻛﯧﺪو ..ﭘﻮره
ﭘﻮره داﺳﺘﺎن دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﺗﺎزه ﻛﻮي !!..او ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻫﻢ دا دى ﭼﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ وﻃﻦ ﻛﯥ دَ اﺳﻼم ،
ﺧﺪاى ،رﺳﻮل ،ﻛﺘﺎب او اﻧﺼﺎف ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻛﻮﻣﯥ ﻛﻮﻣﯥ ځﻨﺎوري او ﻏﯧﺮ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻟﻮﺑﯥ دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ او
ﻧﻪ ﺷﻮې ..؟
ﺷﻮق ﻫﻢ دﻏﻪ واي ..ﭼﯥ ﻛﻮﻣﻪ ګﻮﻟۍ دَ اﷲ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ دَ ټﻮﭘﻚ ﻧﻪ دَ ﻳﻮ ﭘښﺘﻮن ﻣﺴﻠﻤﺎن دَ ﻻﺳﻪ راوﺗﻠﻲ
ده ..ﻫﻐﻪ ګﻮﻟۍ دَ ﻫﺎﻏﻪ ﺑﻞ ﭘښﺘﻮن ﻣﺴﻠﻤﺎن ﭘﻪ ﺳﯧﻨﻪ ﻛﯥ ورﻧﻨﻮﺗﻲ ده ،ﭼﯥ ﻫﻢ ﺧﺪاى ،رﺳﻮل ،ﻛﺘﺎب او ﭘښﺘﻮ
ﻣﻨﻮﻧﻜﻰ دى -ﻳﻌﻨﯥ دا ﻧﺎم ﻧﻬﺎد ﺟﻬﺎد دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ دې ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﭘﺲ ﻣﻨﻈﺮ ﻛﯥ ﺟﻬﺎد ﻧﻪ ..دَ دووْ ﻧﺎﭘﻮﻫﻪ
وروڼﻮ او ﺗﺮﺑﻮراﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ دَ اﺧﺘﻴﺎر ،واك او دَ اﻗﺘﺪار دَ ﺣﺼﻮل ﺟﻨګ وو ..ﻳﺎ دَ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺑﺎداري ﻗﻮت ﭘﻪ
اﺷﺎرو دَ ﭘﻴﺴﻮ ﭘﻪ اُﺟﺮت ﻳﯥ دﻏﻪ ﺟﻨګ دَ ﺧﺪاى ﭘﻪ ﭘﺎك ﻧﻮم روا ﻛﻮﻟﻮ ﻛﻮﺷﺶ ﻛړى دى -ﺧﻮ ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﯥ ﻳﯥ
ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﻣﺦ ﺗﻮري ﺷﻮي دي ﭘﻪ ﻛﯥ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﺑﻞ ﭘﻪ ﻻﺳﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ دَ ﺷﺎدوګﺎﻧﻮ ﭘﻪ رﻧګﻪ ښﯥ ډﯦﺮي ﺑﺎزۍ ﻫﻢ
ﻛړي دي -ﻳﻌﻨﯥ ﻛﻪ ﻳﻮې ﺧﻮاﺗﻪ ﭘښﺘﻮن دَ ﻃﺎﻟﺐ ﭘﻪ ﺑڼﻪ ﻏﺎزي ﻳﺎدﯦﺪو ..ﻧﻮ ﺑﻠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ ﻣړ ﻣُﻼ ﺷﻬﻴﺪ ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻮى
دى -ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﺣﻘﻴﻘﺖ دا دى ﭼﯥ دواړه ﭘﻪ ﻏﻠﻄﻪ ﻻر وو او دواړو اﻳﻤﺎن او ﭘښﺘﻮ ﺑﺎﺋﻴﻠﻠﻪ -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ دې ﺗﻮر ﺗﺎرﻳﺦ ..ﭘﻪ ﻧﻬﻮ وړوﻛﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺮ ﺧﻮﻧﺪي ﺳﺎﺗﻠﻰ
دى ﭼﯥ ﺳﺒﺎ ﻛﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ دَ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دَ ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﺗﺎرﻳﺦ ﭘﻪ ځﺎى دﻏﻪ ﻧﻈﻢ ..او ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﺟﻮړ ﺷﻮي
ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺐ او ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرې ﻣﺨﻲ ﺗﻪ ﻛﯧﺪي ﻧﻮ دَ ﻫﺎﻏﻪ ﺧﻮﻧړي دور ﻧﻪ ﺑﻪ ﺧﺒﺮ ﺷﻲ او دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځ
ﺟﻨﻮﻧﻲ ،ﻧﺎم ﻧﻬﺎد او ﻏﯧﺮ اﻧﺴﺎي ﺟﻬﺎد ﺗﻪ ﺑﻪ ﺣﯧﺮان ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻲ -
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﻧﻬﻪ ﻣﺼﺮﻋﻴﺰه وړوﻛﻰ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ښﻜﺎري اّزاد ..ﺧﻮ دَ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ورﺳﺘﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﺗﻪ
دا ﺧﺒﺮه ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ او واي ..دا ﻧﻈﻢ دَ ﻧﻬﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ اّزاد ﻧﻈﻢ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﭘﻨځﻮ ،ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه
ﻣﺼﺮﻋﻮ داﺳﯥ ﭘﺎﺑﻨﺪي ﻧﻈﻢ دى ..ﻟﻜﻪ
دې ﭘﻮرﺗﻪ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى ﻧﻈﻢ ﺗﻪ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ډراﻣﺎﺋﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﭘﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ اﻓﺴﺎﻧﯥ ﺑﺎﻧﺪي ﻣﺸﺘﻤﻞ ادﺑﻲ
ﺷﺎﻫﻜﺎر وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ ..ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮ ﻧﻪ ﻋﻼوه ډراﻣﻪ ﻧګﺎر او اﻓﺴﺎﻧﻪ ﻧګﺎر ﻫﻢ ﺟﻮړوي -وﻟﯥ
ﭼﯥ ..دَ ﻏﺎزﻳﺘﻮب او ﺷﻬﺎدت وَ اﻓﻐﺎﻧﻲ ﻣﺮوﺟﻪ ﺟﻬﺎدي اﺻﻄﻼﺣﺎﺗﻮ ﺗﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ډراﻣﺎﺋﻲ اﻧﺪاز ﻛﻮم رﻧګ
ورﻛﻮي ..ﻫﻐﻪ ادﺑﻲ رﻧګ ..ﭘﻪ ځﺎن ﻛﯥ اﻟﻤﻴﺎﺗﻲ اﻓﺴﺎﻧﻪ او ﺗﻤﺜﻴﻠﻲ ﺷﻌﺮﻳﺖ ﻟﺮي -ﻗﻴﺼﻪ دَ دوه ﻧﻴﻤﻮ ﻋﺸﺮو ..ﭘﻪ
ﻳﻮ څﻮ وړو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﺳﺮﺗﻪ داﺳﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺮ او ﺧﻮﻧﺪ رﺳﻮل ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق داﺳﯥ ﻛﻤﺎل دى ﭼﯥ ورﻧﻪ
اﻧﻜﺎر ادﺑﻲ ﻣﻨﺎﻓﻘﺖ ګڼﻠﻰ ﺷﻲ -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق څﻨګﻪ ﺧﭙﻞ وﺻﻴﺤﺖ دَ ﺳﺎه ورﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﺧﭙﻞ ورو ﺗﻪ
ﻛﻮي ..؟ دﻏﻪ ﺳﻮال ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ ځﻮاب اوﻧﻪ ﻟﺮي ..ﺧﻮ دا ﺧﺒﺮه ﭘﻪ ﻳﻘﻴﻦ ﺳﺮه وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻢ ﭼﯥ ﻳﻮ داﺳﯥ اﻧﺴﺎن ،ﭼﯥ
دَ ﻏﻮښﯥ ﻧﻪ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻛﺎڼﻮ ﻧﻪ ﺟﻮړ وي ..ﻫﻢ ﻣﻮم ﻛﯧﺪى ﺷﻲ ﻛﻪ ﻟږ دې ﺧﺒﺮي ﺗﻪ ځﻴﺮ ﺷﻲ -
دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﻫﻴڅ ﻗﺴﻢ ﻣﻌﻨﻮي اﺑﻬﺎم ﻧﻪ ﻟﺮي ..ﺳﺎده دى ،ﺧﻮ دَ ﺧﭙﻞ ﺗﻜﺮاري او ﺟﺬﺑﺎﺗﻲ ﻟﺐ و ﻟﻬﺠﯥ دَ
وﺟﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ اﺣﺴﺎس او ﭘښﺘﻮﻧﻴﺖ ﺣﺪوﻧﻪ دوﻣﺮه ﭘﺮاﺧﻮي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﺑﺎﻧﺪي دَ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﻳﻮ
ﻣﺨﺼﻮص ﻓﻜﺮ ﻟﺮوﻧﻜﻲ ﻧﻘﺎدان دَ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ ﺷﻌﺮي زﻳﺎر ﺗﻪ داﺳﯥ دراﻧﻪ ټﻜﻲ ورﻛﻮﻟﻮ ﻛﯥ ﻧﺎﻛﺎم ﺷﻲ ..ﭼﯥ دا
ﻧﻈﻢ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺻﺤﻴﺢ ﻣﻌﻨﻮ ﻛﯥ ﺣﻘﺪار دى -ﺧﻮ زه ورﺗﻪ دوﻣﺮه ﻟﻮى او ﺑﺎﻣﻌﻨﻲ ﻧﻈﻢ واﻳﻢ ..ﭼﯥ ﺷﺎﻳﺪ ﭘﻪ داﺳﯥ
ټﻜﻮ ﻛﯥ ﻫﻴﭽﺎ ﻫﻢ ﺗﺮ اوﺳﻪ دَ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دَ ﻧﺎم ﻧﻬﺎد ﺟﻬﺎدي دور ﻋﻜﺎﺳﻲ داﺳﯥ ﻧﻪ وي ﻛړي ..ﻟﻜﻪ ﭘﻪ دې
ﭘﻮرﺗﻨﻲ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ډﯦﺮه ﭘﻪ اﺧﺘﺼﺎر او ﻣﺪﻟﻞ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻛړي ده-
دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ..ﭘﻪ ﺧﭙﻞ اﺻﻞ ﺣﺎﻟﺖ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻧﻮﻟﺲ وړو او ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ..ﭘﻪ اّزاده ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ
ښﻜﺎري ..ﺗﻪ ﻟږ ﭘﻪ ﻏﻮر ﻛﻪ اوګﻮرو ،ﻧﻮ دا ﻧﻈﻢ ﺑﻪ ﻣﻮﻧږ دَ ﻧﻮﻟﺲ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ دﻳﺎرﻟﺲ داﺳﯥ ﺑﺮاﺑﺮو ﺑﺮاﺑﺮو
- ﻣﺼﺮﻋﻮ ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻧﻈﻢ اوګڼﻮ ﭼﯥ ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻳﯥ ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ده ..راﺷﺊ ﭼﯥ ﻳﯥ اوﻟﻮﻟﻮ
دا دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ځﻴﻨﻮ ﻫﻐﻮ ﺷﺎﻫﻜﺎرو ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻳﻮ ﻧﻈﻢ دى ﭼﯥ ډﯦﺮ زﻳﺎت ﺷﻬﺮت ﻳﯥ ﺣﺎﺻﻞ
ﻛړى دى او دَ ﻫﻐﻪ ﻛﺘﺎب " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" دَ ﭼﺎﭘﯧﺪو ﭘﺲ دَ ﺷﺎﻋﺮ او ﻛﺘﺎب ﭘﻪ ﺑﺎب ﭼﯥ ﭼﺎ ﻫﻢ څﻪ
ﻟﻴﻜﻠﻲ دي ..ﻫﻐﻪ دَ دې ﻧﻈﻢ ﺣﻮاﻟﻪ ﺿﺮور ورﻛړي ده -ﻳﻌﻨﯥ دَ دې ﻧﻈﻢ دَ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ورﺳﺘﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮ اﻣﻦ
ﭘﺮﺳﺘﻪ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻳﻮ ﻧﻮم او ﺣﻮاﻟﻪ ګﺮځﯧﺪﻟﻰ دى -ځﻜﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﻛﻮﻣﯥ څﯧﺮې ﻳﺎ ﻛﻮم ﺧﻮﺑﻮﻧﻪ او ﻳﺎ
څﻮﻣﺮه ارﻣﺎﻧﻮﻧﻪ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ اﻣﻦ ،ﺳﻮﻛﺎﻟۍ او ﺧﻮﺷﺤﺎﻟۍ ،ﻳﺎ ﻣﻴﻨﻪ ﻣﺤﺒﺖ او ﺷﻔﻘﺖ دَ ﺣﺼﻮل ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﻟﻴﺪﻟﻲ
دي ..ﻫﻐﻪ ټﻮل څﻪ دَ ﺷﻠﻤﯥ ﺻﺪۍ ﭘﻪ اّﺧﺮي ﻋﺸﺮه او دَ ﻳﻮﻳﺸﺘﻤﻲ ﺻﺪۍ دَ اّﻏﺎز ﭘﻪ ﻛﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ دَ دﻏﻪ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ دَ
ﻻﺳﻪ داﺳﯥ دړې وړې ﺷﻮﻟﻮ ..ﭼﯥ دﻏﻪ اﻣﻦ ﭘﺮﺳﺖ او ﻣﻴﻨﻪ ﻧﺎك ﺷﺎﻋﺮ ﻳﯥ ﭘﻪ ژړا او ﻓﺮﻳﺎد ﺳﺮ ﻛړو -دَ ده
ﺷﺎﻋﺮي ﻻ څﻪ ..ﭼﯥ دا ﻧﻈﻢ ﻳﯥ دَ ﻧړﺋﻴﺰ ﺑړاس او دَ ﺧﻮﺑﻮﻧﻮ دَ ﺗﻌﺒﻴﺮ ﺟﻮړوﻟﻮ دَ ﺧﻮاﻫﺶ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﻏﻠﻮ-
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﻮ ﻣﺤﻔﻞ دَ ﺧﻴﺎﻟﻪ راﻏﻮﻧډ ﻛړى دى او ﭘﻪ دې ﻣﺤﻔﻞ ﻛﯥ ﻳﯥ دَ دې ﻧړۍ ټﻮل
ﻣﺸﻬﻮره ﺷﺎﻋﺮان ،ﻣﺸﻬﻮره ﻣﻮﺳﻴﻘﺎران ،ﻧﺎﻣﺘﻮ ﺳﻨﺪرﻏﺎړي داﺳﯥ راﻏﻮﻧډ ﻛړي او ﺗﺮ ﺧﭙﻠﻮ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺑﯧﻠﻮ ﺑﯧﻠﻮ
ځﻴﻨﻮ ﻋﺎﻟﻤﻲ ﻣﺸﻬﻮره رﻗﺼﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ګْډاګﺎﻧﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ ﻣﺴﺖ دَ ﺧﭙﻞ ﺗﺼﻮر دَ ﻣﺨﯥ ښﻜﺎره ﻛﻮي -ﭼﯥ ﻫﻐﻪ
دَ ﻳﻮ ﺧﻮب ﻧﻪ ﻋﻼوه ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻧﺸﻲ ﻛﯧﺪﻟﻰ -وﻟﯥ ﭼﯥ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﻓﻜﺮي اﻟﻮت دَ وﺟﯥ ﭘﻪ ﻧﺎﺷﻨﺎس
ﺑﺎﻧﺪي دَ اﻧګﺮﯦﺰۍ ﺳﻨﺪري واي ..ﭼﯥ ﻣﻤﻜﻦ ﻧﻪ ده او ﻫﻐﻪ ﻫﻢ دَ ﻣﻮزارټ ﭘﻪ ﻣﻮﺳﻴﻘۍ ﻛﯥ ،ﭼﯥ دَ ﻳﻮرپ ﻳﻮ
ﻛﻼﺳﻴﻜﻲ ﻣﻮﺳﻴﻘﺎر دى -ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ ﺷﻮق دَ ﺧﭙﻞ ﺧﻮاﺋﺶ دَ ﻻري ﭘﻪ اﻳﺮاﻧۍ ﻓﺎرﺳﻲ ﺑﺎﻧﻲ ﺳﻨﺪرﻏﺎړي
ﻣﺎدام ګﻮګﻮش ﺑﺎﻧﺪې دَ ﭘښﺘﻮ ﺳﻨﺪره ،ﭘﻪ اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ اﻧګﻠﺴﻲ ﺳﻨﺪرﻏﺎړي ﻫﯧﻠټﻦ او ﻋﺮﺑۍ اُم ﻛﻠﺜﻮم ﺑﺎﻧﺪي
ﭘﻪ ګډه دَ روﺳۍ ﺳﻨﺪره وﺋﻴﻞ ﻳﻮه ﺧﺎرج اﻻﻣﻜﺎن ﺧﺒﺮه ده -ﺧﻮ دا ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺧﻮب ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ ﻳﯥ ﻧﻈﻢ ﻛﻮي ..
اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﻧﻪ ﭘﻪ ﺻﺤﻴﺢ ﺗﻮګﻪ او ﺻﺤﻴﺢ ﺑڼﻪ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ اﻧﺴﺎﻧﺎن ﺟﻮړول ﻣﻄﻠﻮب دي ﭼﯥ اﺷﺮف اﻟﻤﺨﻠﻮﻗﺎت ﻳﺎد
ﺷﻮي دي -
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﺧﻮﻧﺪ او ﻣﺰې ﺧﺒﺮه ﺧﻮ ﻻ دا ﻫﻢ ده ..ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻛﻪ ﻋﺮﺑۍ
ﭘﯧﻐﻠﯥ ﭘښﺘﻨﯥ اﺗڼﻮﻧﻪ ﻛﻮي ﻳﺎ ﭼﻴﻨۍ ﺟﻴﻨﻜﻰ دَ ﻫﻨﺪ ﭘﻪ ﺗﺎل رﻗﺼﯧږي ..ﻧﻮ ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ ﭘښﺘﻨﯥ ﭘﻪ ﺑﯧﻠﻲ ډاﻧﺲ
ﻛﻮﻟﻮ ﻛﯥ ..ﭼﯥ دراﺻﻞ ﻋﺮﺑﻲ ﻛﻠﺘﻮري رﻗﺺ دى ..ﻳﺎدوي -او دَ ﺧﭙﻞ ﭘﺮاخ ﻧﻈﺮ او اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺳﻮچ ښﻮدﻧﻪ ﻛﻮي -
ﻧﻪ ﺗﺶ دا ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ دَ ﺑﯧﻠﻮ ﺑﯧﻠﻮ ژﺑﻮ ﺷﺎﻋﺮان ﻫﻢ دَ ﻫﻐﻮئ دَ ﺧﻮښﻮ ﻣﺤﺒﻮﺑﺎګﺎﻧﻮ ﺳﺮه
ﭘﻪ ﺑﯧﻠﻮ ﻧړﺋﻴﺰو رﻗﺼﻮﻧﻮ ﻛﯥ رﻗﺼﻮﻟﻲ دي -ﭼﯥ ﻳﻮ ﭘښﺘﻮن او ﻣﺸﺮﻗﻲ اﻧﺴﺎن ﻛﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺧﻮب ﻛﯥ ﻻ ﻫﻢ ﺗﺼﻮر
ګﻨﺎه ګڼﻲ ..ﻧﻮ ﻣﻐﺮب ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﺗﻮﻋﻴﻦ ګڼﻲ او ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﻫﻐﻮئ دي دَ ﻣﺸﺮق ﺳﺮه ﭘﻪ ګډه داﺳﯥ
ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻴﺎﻧﻲ اوﻛړي -
زﻣﺎ دَ ﭘﻮرﺗﻨﻮ ﺧﺒﺮو ﻧﻪ ﻣﻄﻠﺐ دا ده دى ﭼﯥ ګﻨﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻏﯧﺮ ﻓﻄﺮي ﻳﺎ ﻏﯧﺮ ﺣﻘﻴﻘﻲ ﺧﺒﺮي ﻛړي
دي ..ﺑﻠﻜﻪ دا دَ ده ﻓﻨﻲ ﻫﻨﺮ او ﺷﻌﻮري ﻛﻤﺎل دى ﭼﯥ دوﻣﺮه اوﭼﺖ اّﻓﺎﻗﻲ ﺳﻮچ ﻳﯥ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ ﻧﻈﻢ ﻛړو -
ﻳﻌﻨﯥ ﺷﻮق ﭘﻪ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﻛﯥ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﻧﻪ ﻣﻨﻲ او ﻫﻐﻪ دا ﻳﻘﻴﻦ ﻟﺮي ﭼﯥ اﻧﺴﺎﻧﺎن ﻛﻪ اوﻏﻮاړي ﻧﻮ ﺗﺮ ﺧﭙﻠﻮ اﻧﺴﺎﻧﻲ
رﺷﺘﻮ ﭘﻪ ﺳﻮب ﺧﭙﻠﻮان ﻛﯧﺪى ﺷﻲ -ﺧﻮ دَ ﺷﻮق دَ ﻗﻮﻟﻪ اﻧﺴﺎﻧﺎن دَ ﻳﻮ ﺑﻞ دُښﻤﻨﺎن دي -او دا ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﻣﻤﻜﻦ ﻧﻪ
دي -ﺧﻮ ﻃﻤﻪ ﻳﯥ ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ ﻛﻮي -دا ﻧﻈﻢ ﻛﻪ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ ﻧﻪ ..ﭘﻪ اﻧګﻠﺶ ﻳﺎ ﺑﻠﯥ ﻣﻐﺮﺑﻲ ژﺑﻲ ﻛﯥ وړاﻧﺪي ﺷﻮى
وى ..ﻧﻮ ﻧﻦ ﺑﻪ ﻳﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ ﻧﻮم دَ اّﺳﻤﺎن ﭘﻪ ﺳﺘﻮرو ﻛﯥ ﻟﻴﻚ وى -ﺧﻮ داﺳﯥ ﻧﺎﻣﻤﻜﻦ ځﻜﻪ ده ..ﭼﯥ دَ دې ﻧﻈﻢ
ﺷﺎﻋﺮ ﭘښﺘﻮن دى او ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﻓﻜﺮي ﻫﻨﺮ ﺗﻪ ﭘﻪ دراﻧﻪ ﻧﻈﺮ ﻧﻪ ګﻮري-
دَ ﻓﻨﻲ ﺟﻮړښﺖ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ دا ﻧﻈﻢ ﺗﻤﺜﻴﻠﻲ اﻧﺪاز ﻟﺮي ﭼﯥ ﻗﻴﺼﻪ ورﺳﺮه ﭘﻪ اﻓﺴﺎﻧﻮي اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻗﻠﻤﺒﻨﺪه
ﺷﻮي ده -ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ژور ﻓﻜﺮ ﺳﺮه ﺳﺮه دَ ﺑﯧﻠﻮ ﺑﯧﻠﻮ ژﺑﻮ ،ﺛﻘﺎﻓﺘﻲ اړﺧﻮﻧﻪ راﺑﺮﺳﯧﺮه ﺷﻮي دي -دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ
ﻋﻼﻣﺘﻲ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ﻣﻮﻧږ ﻳﻮ ﻣﺨﺘﺼﺮ ﻣﻨﻈﻮم داﺳﺘﺎن ګڼﻠﻰ ﺷﻮ -دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ دﯦﺮﺷﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻣﺸﺘﻤﻞ اّزاد
ﻧﻈﻢ ﻟﻴﻜﻠﻰ ښﻜﺎري ..ﭘﻪ اﺻﻞ ﻛﯥ دَ دووﻳﺸﺖ ) (22ﻣﺼﺮﻋﻮ دوﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﭘﺎﺑﻨﺪ ..ﻻﻛﻦ اّزاد ﻗﺎﻓﻴﻪ او ﺑﯥ
ردﻳﻔﻪ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ دى -ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ ﭘﻪ ﭘﺎﺑﻨﺪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ داﺳﯥ ﻟﻮﺳﺘﻠﻰ ﺷﻮ -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دې ﭘﻮرﺗﻨﻲ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﺗﺮﻗۍ ﻣﺨﺎﻟﻔﺖ ﻧﻪ ﻛﻮي ..ﺑﻠﻜﻪ ﻫﻐﻪ دا ﺧﺒﺮه ﻛﻮي ﭼﯥ
ﺳﺎﺋﻨﺴﻲ ﺗﺮﻗﻲ ﭼﯥ اﻧﺴﺎن څﻮﻣﺮه دَ اّﺳﺎﺋﺸﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛړى دى ..دوﻣﺮه اﻧﺴﺎن دَ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ ﭘﻪ ﺿﺪ
ﻛﺎروﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﻼ ﺗړﻟﻲ ده -وﻟﯥ ﭼﯥ دا ﺗﺮﻗﻲ اﻧﺴﺎن ﻫﻀﻢ ﻛړي ﻧﻪ ده او ﻧﻪ ﻳﯥ ﺷﻜﺮ ورﺑﺎﻧﺪي اوﺑﺎﺳﻠﯥ دى -ﻧﻮ
ځﻜﻪ ﺷﺎﻋﺮ دﻏﻪ ﺗﺮﻗۍ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ اﻗﺪارو ﻗﺘﻞ ګڼﻲ او ﭘﻪ ﻓﻜﺮي اﺷﺎره ﻛﯥ دَ ﭘﺮون ﭘﺴﻤﺎﻧﺪګﻲ دَ ﻧﻦ دَ ﺗﺮﻗۍ ﭘﻪ
ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﻛﯥ ﻏﻮره ګڼﻲ -ﻳﻌﻨﯥ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ او ﻓﻄﺮي ﺧﻮل ﻛﯥ اﻧﺴﺎن او ﭘﻪ ﻧﻮرو ﺟﺎﻣﻮ ﻛﯥ ځﻨﺎور ﺑﺮﯦښﻲ -
داﺳﯥ ځﻜﻪ ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﻓﻄﺮت ﺧﻮدﻏﺮﺿﻪ دى او اّﺳﺎﺋﺶ ﻣﻮﻧﺪﻟﻮ ورﺳﺘﻪ ﺧﭙﻞ اﺻﻠﻴﺖ ﻫﯧﺮوي -
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﺧﭙﻞ ﻋﺎﻟﻤګﻴﺮ ﻛﯧﺪل دﻋﻮه ﭘﻪ ښﻜﺎره ﻧﻪ ده ﻛړي ﺧﻮ داﺳﯥ څﺮګﻨﺪﯦږي
ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﻛﺮښﻮ ﻛﯥ وﯦښﻠﻰ ﺷﻮى ځﻨﺎور ګڼﻲ او واي ﭼﯥ ،اﻧﺴﺎن ﻛﻪ واﻗﻌﻲ اﻧﺴﺎن وى ﻧﻮ ﻫﻐﻪ
ﺑﻪ دَ ﻳﻮﺑﻞ ﺳﺮه دَ ﻳﻮﺑﻞ دَ ﻏﻢ او ﺧﻮﺷﺤﺎﻟۍ ﻣﻠګﺮى وو -ﺧﻮ اﻓﺴﻮس دا ﭼﯥ داﺳﯥ ﻫﻴﭽﺮﺗﻪ ﭘﻪ دې اﻧﺴﺎﻧﻲ
ﻣﻌﺎﺷﺮه ﻛﯥ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻟﻴﺪﻟﻰ -او ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ اوګﻮرو ،ﻧﻮ واﻗﻌﻲ ﻫﻢ دﻏﺴﯥ ﻗﻴﺼﻪ ده او دَ دُﻧﻴﺎ ﺣﺎﻻت ورځ ﭘﻪ ورځ
ﺧﺮاﺑﯧږي او اﻧﺴﺎن دَ اﻧﺴﺎن ﻧﻪ ﺑﯧﺰاره ﻛﯧږي -دا اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ ځﻨﺎوري ﺧﺼﻮﺻﻴﺖ دى -ﭼﯥ ځﺎن ځﺎﻧﺘﻪ
ژوﻧﺪ ﻛﻮي -
دَ ﻓﻜﺮ دَ ﻟﺤﺎﻇﻪ دا ﻧﻈﻢ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻌﻨﺎ ﻛﯥ ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ ،ﻗﺒﺎﺋﻠﻲ ،او ﻣﺬﻫﺒﻲ او ﻧﺴﻠﻲ رﻧګ ﻧﻪ ﻟﺮي ..
ﺑﻠﻜﻪ ﻳﻮ اّﻓﺎﻗﻲ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻣﺜﺒﺖ ﺳﻮچ او ﺗﻌﻤﻴﺮي ﺗﺼﻮر ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻛﻮي ،ﻛﻮم ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﺻﺪاﻗﺖ ﭘﻪ ﻳﻮ وﺧﺖ ﻛﯥ
ﻫﻢ ﻧﺸﻲ ﭘﺎﺗﯧﺪﻟﻰ -او ﻻزﻣﻲ ﺧﺒﺮه ده ﭼﯥ دﻏﯥ ﺑﺪو اﻧﺴﺎﻧﻲ روﺋﻴﻮ ﻧﻪ ﺗﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ ﺻﺪاﻗﺖ ګﻮﺗﻪ ﻧﻴﻮل او ﭘﻪ
ﻫﻐﯥ ﺗﻨﻘﻴﺪ ﻛﻮل او دَ ﻫﻐﯥ ﻏﻨﺪﻧﻪ ﻛﻮل ..دا ﭘﻪ اﺻﻞ ﻛﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ او ادﻳﺐ ﻳﻮه ﺳﻤﺎﺟﻲ ذﻣﻪ واري ﻫﻢ وي او
ﻣﻮﻧږ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺧﭙﻠﯥ دﻏﻪ ذﻣﻪ وارﻳﺎﻧﻲ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﭘﯧﮋﻧﻲ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻫﻐﻮ دَ ادا ﻛﻮﻟﻮ وس او
ﭼﺎره ﻫﻢ ﻛﻮي -
ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ اﺳﻼم اّﺑﺎد ﻛﯥ ﭘﻪ ﻛﺎل 2002ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دا ﻧﻈﻢ ﻫﻢ ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺷﭙﺎړس ﻟﻨډې او
اوږدې ﻣﺼﺮﻋﯥ ﺗړﻟﻲ ﺷﻮي دي ..ﺧﻮ ﭘﻪ اﺻﻞ ﻛﯥ دا اﺗﻬﻪ ﻣﺼﺮﻋﻴﺰ ﻧﻈﻢ دى ﭼﯥ ﭘﻪ ﺷﭙﺎړس ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﻣﺼﺮﻋﻮ
ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺸﺘﻤﻞ اّزاد ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ داﺳﯥ ﭘﺎﺑﻨﺪ او ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ دى ..ﻟﻜﻪ
ﭼﯥ ﻟﻪ دې ځﻤﻜﯥ څﺨﻪ ﭘﺎس ﺗﺮ ﺷﻨﻪ اّﺳﻤﺎﻧﻪ ﭘﻮرې
ﺑﻴﺎ ﻟﻪ ﺳﭙﻮږﻣۍ څﺨﻪ ﻫﻢ رك ﺗﺮ ﻫﺮﻫﺮ ﺳﺘﻮري ﺑﯧﻠﻲ
دَ ﺳﺮې او ﺷﻨﯥ ﭘﻪ ﺷﺎن ﻛﻪ ﭘﺮاﻧﺴﺘﻞ ﺷﻮې ﻻرې ﻻﻫﻢ
ﺧﻮ دا ﻧړۍ او ﭘﻪ ﻧړۍ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﯧښﻨﻪ ﺧﻠﻖ ﺑﻪ
َد رﻧګ او ﻧﺴﻞ ﻳﺎ ﻣﺬﻫﺐ او دَ وﻃﻦ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ
دﻏﺴﯥ ښﻜﺎري وﯦښﻞ ﺷﻮي ﻏﺮﺿﻲ ﻛﺮﻛﻮ ﻛﯥ
ﻫﻢ ﺑﻪ ﻳﯥ وې وﻻړ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ دﯦﻮاﻟﻮﻧﻪ ..ځﻜﻪ
ﭼﺮﺗﻪ او ﻧﻪ داړي دﻏﻪ ځﻨﺎور ﺧﭙﻠﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ
دا ﻧﻈﻢ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﺎل 1988ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ دى او دا ﻫﺎﻏﻪ دور وو زﻣﺎ دَ ﻣﻄﺎﻟﻌﯥ ﺗﺮ
ﻣﺨﻪ ..ﻛﻮم ﻛﯥ ﭼﯥ ﺗﺮ دې ﻧﻈﻢ ﻟږه ﻣﻮده ﻣﺦ ﻛﯥ دَ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ړوﻣﺒۍ ﺷﻌﺮي ﻣﺠﻤﻮﻋﻪ " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ"
ﻣﻨﻈﺮﻋﺎم ﺗﻪ راﻏﻠﻲ وه -ﺧﻮ ﻛﻪ دﻏﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮي ﺷﻌﺮي ﻣﺠﻤﻮﻋﻪ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻏﻮر اوګﻮرو ،ﻧﻮ ﭘﻪ دې ﻛﯥ دَ " ﺳﻞ
څﯧﺮې" ﻧﻮﻣﻲ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﺎل1979ع ﻛﯥ ﭘﻪ رﻳﻜﺎرډ راﻏﻠﻰ دى ..ﻛﯥ دَ ﺳﻞ څﯧﺮو دَ زﯦږﯦﺪﻟﻮ دَ اﻣﻜﺎن ﻧﻪ
ﻋﻼوه داﺳﯥ ﻳﻮ ﺑﻞ ﻧﻈﻢ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻧﻪ راځﻲ ..ﭼﯥ دَ " څﯧﺮو ﻟټﻮن" رﻧګﻪ ﺧﺒﺮې دي ﭘﻪ ﻛﯥ ﺷﻮي وي -ﻻﻛﻦ دَ دې
ﻧﻈﻢ " دَ ﭘﺮوﻧۍ څﯧﺮې ﭘﻪ ﻟټﻮن " دَ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﭘﺲ دَ څﯧﺮو ﻳﻮ ﻣﺴﻠﺴﻞ ﺗﻜﺮار او ﻫﻐﻪ ﻫﻢ دَ ﺳﻠﻮ څﯧﺮو ..ﭘﻪ وار وار
ﭘﻪ ډﯦﺮو ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ راځﻲ -ﻟﻜﻪ " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ) ﭘﻪ ټﺎﺋټﻞ ﭼﺎپ ( دَ ﺳﻠﻮ ﻳﺎر ﻧﻈﻢ
ﻧﻮﻣﯥ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ دَ ﺳﻠﻮ څﯧﺮو ذﻛﺮ ﺷﺘﻪ ﺧﻮ ﺷﺘﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ ټﺎﺋټﻞ ﺑﺎﻧﺪې دَ دې ﻧﻈﻢ ورﻛﻮل ﻫﻢ دا څﺮګﻨﺪوي ﭼﯥ
ﻫﻐﻪ دَ ﺳﻠﻮ څﯧﺮو ﭘﻪ ﻟټﻮن دى او ﻳﺎ دا ﺳﻞ څﯧﺮې ﻫﻐﻪ ﻟﻴﺪﻟﻲ او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﺷﺎﺗﻪ ﭘﺮﯦښﻲ دي -ﻳﺎ ﺑﻴﺎ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ دَ
دﻏﻮ ﺳﻠﻮ څﯧﺮ ﻳﺎر دى ﻟﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻛﺘﺎب ﻛﯥ ﭼﺎپ ﻳﻮ ﭘﯧﺶ ﻟﻔﻆ ﻛﯥ ورﺗﻪ ښﺎﻏﻲ اﻛﺮام اﷲ ګﺮان ده ﺗﻪ " دَ ﺳﻠﻮ
ﻳﺎر" وﺋﻴﻠﻰ دى -ﺧﻮ ﺧﺒﺮه دا ﻧﻪ ده ..ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ دَ ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮي ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻏﻮر ﻣﻄﺎﻟﻌﻪ ﻛړو ﻧﻮ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ
ژوﻧﺪ او دَ څﯧﺮو دَ ﻟټﻮن داﺳﺘﺎن ﺑﻪ دَ ﻳﻮې څﯧﺮې ﺳﺮه ﺗﻌﻠﻖ اوﻟﺮي -وﻟﯥ ﭼﯥ دﺋﻰ ﭘﻪ دې داﺳﺘﺎﻧﻲ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ
ﻛﻮم ﺗﻪ ﭼﯥ زه دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ژوﻧﺪ اﺻﻞ او ﺣﻘﻴﻘﻲ داﺳﺘﺎن واﻳﻢ ..ﻛﯥ دﺋﻰ ﭘﻪ ښﻜﺎره ټﻜﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ دَ
ده دَ ﻃﻠﺐ ﻣﺎﺷﻮﻣﻪ څﯧﺮه ﭼﯥ ده ﺑﻪ ﭘﻪ ﻫﻨﺪاره ) اّﺋﻴﻨﻪ ( ﻛﯥ ﻫﺮ وﺧﺖ ﻟﻴﺪﻟﻪ -ﺧﻮ ﻫﻐﯥ څﯧﺮې ﺑﻪ ﺧﺒﺮي ﻧﻪ ﻛﻮﻟﯥ او
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻏﻮښﺘﻞ ﭼﯥ دﻏﻪ څﯧﺮه ﺧﺒﺮي اوﻛړي ..او ﻳﺎ دﺋﻰ ورﺳﺮه ﺧﺒﺮي اوﻛړي -وﻟﯥ ﭼﯥ دﺋﻰ او ﻫﻐﻪ څﯧﺮه
ﻳﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ اﺟﻨﺒﻴﺎن وو او ده دﻏﻪ اﺟﻨﺒﻴﺖ ﺧﺘﻤﻮل ﻏﻮښﺘﻞ -ﻫﻢ ﭘﻪ دﻏﻪ ﺗﺠﺴﺲ او ﻛﺸﻤﻜﺶ ﻛﯥ ﻫﺎﻏﻪ اّﺋﻴﻨﻪ ﭼﯥ
دﻏﻪ څﯧﺮه ..ګﻮﻧګۍ څﯧﺮه ﭘﻪ ﻧﻘﺶ وه ﭘﻪ ځﻤﻜﻪ ﺑﺎﻧﺪي را اوﻟﻮﯦﺪه او دړې وړې او زرې زرې ﺷﻮه ..او ﻫﺮي زرې
ﻛﯥ دَ ﻫﻐﯥ څﯧﺮې ﻳﻮ ﻧﻴﻢ ﻧﻘﺶ ښﻜﺎره ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮ ..او ﺷﻮق ﻫﻐﻪ زرې راټﻮﻟﻲ ﻛړې او ﺑﯧﺮﺗﻪ ﻳﯥ ﻫﻐﻪ څﯧﺮه ﺗﺮﯦﻨﻪ
ﺟﻮړول ﺷﺮوع ﻛړو -ﺧﻮ څﯧﺮه داﺳﯥ ګډه وډه ﺷﻮه ﭼﯥ ﺑﻴﺎدَ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﻗﻮل ﻟﻪ ﻫﻐﯥ ورځﯥ ﺗﺮ ﻧﻨﻪ ﭘﻮري دَ ﻫﻐﯥ
ﻣﺎﺗﯥ ګﻮﻧګۍ څﯧﺮې ﭘﻪ ﻟټﻮن دﺋﻰ ﻫﺮي ﭘﯧﻐﻠﻲ ﺗﻪ ځﻜﻪ ګﻮري ﭼﯥ دَ ده دَ ﻓﻜﺮي څﯧﺮې دَ ﻳﻮ ﻧﺎ ﻳﻮ ﻧﻘﺶ ﺳﺮه
ﺳﻤﻮن ﻫﻢ ﻟﺮي او دﺋﻰ ﻳﯥ دﻏﻪ رﻧګﻪ دَ ورﻛﯥ څﯧﺮې ﻳﻮ ﻳﻮ ﻧﻘﺶ راﻏﻮﻧډوي او دَ ﻃﻠﺐ ﻫﻐﻪ ورﻛﻪ څﯧﺮه ﺗﺮﯦﻨﻪ
ﺟﻮړوي ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﺳﻠﻮ ﻧﻮرو اﺟﻨﺒﻲ څﯧﺮو وﯦﺸﻞ ﺷﻮي ده -
دا ﻧﻈﻢ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ژوﻧﺪ ﻛﯥ ﺳﺘړﻳﺎګﺎﻧﻲ او ﻣﺰﻟﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﻟﻴﻜﻲ -ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ اوګﻮرو ،ﻧﻮ دَ دې ﻧﻈﻢ دَ
ﭼﺎﭘﯧﺪو ﭘﺲ ﺷﻮق ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ ﻫﻢ ﻣﺸﻬﻮره ﺷﻮى دى -ﭘﻪ دې درﺳﺖ ﻛﺘﺎب " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻛﯥ ﺗﺮ
ټﻮﻟﻮ ﭼﯥ ﻛﻮم څﻴﺰ زﻳﺎت زﯦﺮﺑﺤﺚ راﻏﻠﻰ دى ..ﻫﻐﻪ څﯧﺮه ﻳﺎ څﯧﺮې دي او دَ دﻏﻮ څﯧﺮو ﻟټﻮن ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻧﻮوْ
ﺣﻮاﻟﻮ ﺑﯧﺨﻲ زﻳﺎت ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﺧﻮ دا دَ ﺷﺎﻋﺮ ﺷﻌﺮي ﻛﻤﺎل دى ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﺮ ځﻞ ﻳﯥ دې څﯧﺮې او ﻟټﻮن ﺗﻪ ﻧﻮى
داﺳﺘﺎن او ﻓﻜﺮي ﺗﻜﻞ ﻏﻮره ﻛړى ..او دَ ﻧﻮي ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﺳﺮه ﻳﯥ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﺟﻨﻮﻧﻲ ﻟټﻮن ﻣﺨﻲ ﺗﻪ ﺑﻮﺗﻠﻰ دى -
ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ دَ ﺷﺎﻋﺮ وَ ﻫﻤﺖ ﺗﻪ ﭘﻪ ځﻴﺮ ﺷﻮ ..ﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﯥ ﭘښﺘﻨﻪ وﻳﻨﻪ او ﻣﻴﻨﻪ دﺋﻰ ﺷﻜﺴﺖ ﺗﻪ ﻧﻪ ﭘﺮﯦږدي
او اّﺧﺮ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻛﺎل 2002ع ﻛﯥ ﭘﻪ دې ﻛﺘﺎب ﻛﯥ ﭘﻪ ﺻﻔﺤﻪ ﻧﻤﺒﺮ 142او 143ﺑﺎﻧﺪې ﭼﺎپ ﺷﻮي ﻧﻈﻢ " دَ ژوﻧﺪون
څﯧﺮه " ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا اﻗﺮار ﻛﻮي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﻟﻴﺪﻟﻮ ﺳﻠﻮ څﯧﺮو ﭘﻪ رﻫﻨﻤﺎﺋﻲ ﻛﯥ دَ ﻳﻮې څﯧﺮې ﭘﻪ ﺗﻜﻤﻴﻠﻮﻟﻮ
ﻛﯥ ﺑﺮى اوﻣﻮﻧﺪو -ﻻﻛﻦ دﻟﺘﻪ دا ﺧﺒﺮه ﺑﻴﺮﺗﻪ وﺿﺎﺣﺖ ﻃﻠﺐ ده ..ﭼﯥ ﻛﻮﻣﻪ څﯧﺮه؟ اّﻳﺎ دا ﻫﻐﻪ څﯧﺮه وه ..ﭼﯥ ده
ﭘﻪ ﻛﺎل 1997ع ﻛﯥ دَ ډاﻛټﺮ وﻫﻴﺒﻪ ﺳﻜﺎﻧﻲ ﭘﻪ ﻧﻮم ﭘﻪ ﻣﺼﺮ ﻛﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻛړه او ﻛﻪ دا څﯧﺮه ﺑﻠﻪ څﯧﺮه وه ؟ ﻻ ﺧﻮ
ﻫﻴڅﻮك ﭘﻪ دې اړه ﻫﻴڅ ځﻜﻪ ﻧﺸﻲ وﺋﻴﻠﻰ ﭼﯥ دَ دې ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ دَ څﯧﺮو دَ ﻟټﻮن ذﻛﺮ دَ دې ذﻛﺮ ﺷﻮي
ﻧﻈﻢ " دَ ژوﻧﺪون څﯧﺮه " ﻧﻪ ﭘﺲ ﻫﻢ ﭘﻪ ځﻴﻨﻮ ﻧﻮرو ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ راﻏﻠﻰ دى -او ﺧﭙﻠﻪ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﻫﻢ دَ دې
ﺧﺒﺮې ﭘﻪ وﺿﺎﺣﺖ ﻛﯥ اﻛﺜﺮه ﭘﻪ اﺷﺎرو ﻛﯥ ﺧﺒﺮي ﻛﻮي او ﺧﺒﺮي ﭘﻪ ﺧﻨﺪا ﻛﯥ ﻳﻮې ﺑﻠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ ﺑﻮځﻲ -ﺧﻮ اوس
ﺧﺒﺮه ﺷﻮي ﻫﻢ ﻳﻢ ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ژوﻧﺪ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﻧﺎول ﻫﻢ ﭼﺎپ ﺗﻪ ﺗﻴﺎر دى ..ﻣﺎﺗﻪ ﻳﻘﻴﻦ دى ﭼﯥ دا رښﺘﻮﻧﻰ
ﺷﺎﻋﺮ ﺑﻪ ﭘﻪ دې ﺧﭙﻠﻪ ﻗﻴﺼﻪ ﻛﯥ دا ﻣﻌﻤﻪ ﺳﺮﺗﻪ اورﺳﻮي او ټﻜﯥ ﭘﻪ ټﻜﯥ ﺑﻪ ﻫﺮڅﻪ او واﺋﻲ -زه ﺑﻪ ﻛﻮﺷﺶ ﻛﻮم
ﭼﯥ دا ﻧﺎول ﻣﺴﻮده ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړم او دا ﺳﻮال ﻫﻢ ځﻮاب ﺗﻪ اورﺳﻮم -
ﺑﻠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ ﭘﻪ دې دووْ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻳﻌﻨﯥ " ﭘﺮوﻧۍ څﯧﺮې ﭘﻪ ﻟټﻮن " او ﭘﻪ" دَ ژوﻧﺪون څﯧﺮه " ﻛﯥ ﭼﯥ
څﻮﻣﺮه ﺧﺒﺮي ﭘﻪ ﺳﺎدګۍ ﺷﻮي دي ..ﻫﻐﺴﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ ﻓﻜﺮ ژورﺗﻴﺎ ﻣﻮﺟﻮده ده او دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا څﯧﺮې ..
اﻧﺴﺎﻧﻲ څﯧﺮې ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ دي ..ﺧﻮ ﭘﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺷﻜﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ او ﻫﻐﻪ ﻫﻢ دَ ښځﻮ ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ دراﺻﻠﻪ
ﻳﻮاځﯥ اﻧﺴﺎﻧﻲ څﯧﺮې ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ ،ﺗﺸﺒﻬﺎﺗﻲ ،اﺷﺎرﺗﻲ څﯧﺮې دي ﭼﯥ ﻳﻮاځﻴﻨﻰ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﺳﻠﻮ
ﺣﻮاﻟﻮ اﻧﺴﺎن او ﻓﻘﻂ اﻧﺴﺎن ﺟﻮړوي -دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺳﻞ څﯧﺮې ﻫﻢ ﭘﻪ ﻓﻜﺮي ﺣﻮاﻟﻮ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺗﺼﻮر راﻣﺨﻲ
ﺗﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دٍ ﻫﺮ ﭼﺎ دوﺳﺖ دى ..دَ ﻫﺮﭼﺎ ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﻛﻮي ) دَ ﻫﺮﺟﺎﺋﻲ ﺗﻮب ﺗﺮﺣﺪه( ..وﻟﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ
ځﺎن اﻧﺴﺎن ګڼﻲ او دا دَ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ ﺗﻘﺎﺿﻪ ﻫﻢ ده -ﻳﻌﻨﯥ ﻣﻴﻨﻪ ﻳﻮ ښﻪ اﻧﺴﺎن ﻟﻪ ﻳﻮه اﻧﺴﺎن ﺳﺮه ﻧﻪ ..دَ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ
ﺳﺮه ﻛﻮي -ﺧﻮ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻏﻪ ﻳﺎران ﻓﻘﻂ ښځﻲ وﻟﯥ دي ؟ دَ دې ﺳﻮال ځﻮاب زﻣﺎ دَ ﻓﻜﺮ ﻣﻄﺎﺑﻖ دا ﻛﯧﺪل
ﺷﻲ ﭼﯥ ﭼﻮﻧﻜﻪ ﺷﻮق ﺷﺎﻋﺮ دى او ﺷﺎﻋﺮي دَ ښځﻮ ﺳﺮه دَ ﺧﺒﺮو ﻧﻮم دى -
ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﺗﻮګﻪ " دَ ﭘﺮوﻧۍ څﯧﺮې ﭘﻪ ﻟټﻮن" ﻧﻮﻣﯥ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ دوه دﯦﺮﺷﻮ ) (32وړو او ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪي
ﻣﺸﺘﻤﻞ ښﻜﺎري ..ﺧﻮ ﭼﯥ ښﻪ ورﺑﺎﻧﺪې ﻏﻮر اوﻛړﻟﻰ ﺷﻲ ..ﻧﻮ دا دَ 32ﻣﺼﺮﻋﻮ دا اّزاد ﻧﻈﻢ دَ دوه وﻳﺸﺖ 22
ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ داﺳﯥ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﺷﻲ ..ﻟﻜﻪ
ﻫﻐﻪ ﻫﻨﺪاره ...زﻣﺎ دَ ﺳﻮچ ﻫﻨﺪاره
ﻫﻐﻪ ﻫﻨﺪاره ...زﻣﺎ دَ ﺧﻮب ﻫﻨﺪاره
ﭼﯥ ﻳﻮ څﯧﺮه ﻳﯥ ﭘﻪ ﻣﺎ ﺗﻞ ﻟﻴﺪﻟﻪ
داﺳﯥ څﯧﺮه ..داﺳﯥ ژوﻧﺪ وزﻣﻪ څﯧﺮه
ﭼﯥ ﻫﻢ ﻣﯥ ﺧﭙﻠﻪ وه ......ﻫﻢ ﺧﭙﻠﻪ ﻧﻪ وه
ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻣﺎ ﺑﻪ ﭘﻪ ﻫﻨﺪاره ﺑﺎﻧﺪې
دَ ﺗﺠﺴﺲ او دَ ﺣﺴﺮت ﻣﻨګﻮﻟﯥ
ﻣﺪام ﻣﻴﻨﻪ ﻟګﻮﻟﯥ ﻣﻴﻨﻪ ﭘﻪ
ﭘﻪ دﻏﻪ ﻧﻴﺖ ،ﭼﯥ زه ﻳﯥ اوﭘﯧﮋﻧﻢ
ﻻ ﻳﯥ دَ ځﺎن ﭘﻪ ﺑﺎب څﻪ اوﻏږوم ،
ﺧﻮ ،دَ ﻧﺼﻴﺐ ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ﻧﻪ وه ﺧﻮښﻪ
.....ﻫﻐﻪ وړه ﻫﻨﺪاره ﭼﯥ ﻳﻮه ورځ
ﻧﺎڅﺎﭘﻪ او ﻟﻮﯦﺪﻟﻪ زﻣﺎ ﻟﻪ ﻻﺳﻮ
ﻫﻐﻪ ﻣﺎﺷﻮﻣﻪ څﯧﺮه او دَ ﻃﻠﺐ
ﭘﻪ ﺳﻞ ﺗﻮﻛﺮو ځﻠﻪ اووﯦښﻞ ﺷﻮه،
ﻟﻪ ﻫﻐﯥ ورځﯥ ﺗﺮ ﻧﻨﻪ ﭘﻮرې ﺑﺲ
ﭘﻪ ﻟټﻮن دَ ﻫﻐﻪ ښﻜﻠﻲ څﯧﺮې زه
ﻫﺮې ﺟﻴﻨۍ ﺗﻪ زړه ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ږدﻣﻪ
او ﻻ ،دَ ﺳﺘﺮګﻮ ﭘﻪ ﻛﭽﻜﻮل ﻛﯥ ځﻴﻨﯥ
ﭘﻪ ﻣﺎﺗﻪ ﺧﻠﻪ ﺧﯧﺮات دَ ﻣﻴﻨﯥ ﻏﻮاړم
ځﻜﻪ ﭼﯥ څﻮك ﭘﻪ رﻧګ ﻣﻮﻧﯧږي ورﺗﻪ
دَ ﭼﺎ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﺳﺘﺮګﯥ دي
څﻮك ﭘﻪ ﺗﻨﺪي او څﻮك ﭘﻪ زﻧﻪ ﻫﻐﻪ
څﻮك ﭘﻪ ﺷﻮﻧډاﻧﻮ ..څﻮك ﭘﻪ ﭘﻮزه ﻫﻐﻪ
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻣﻌﺎﺻﺮو ﺣﺎﻻﺗﻮ ﺧﺎﺻﻜﺮ دَ ﭘښﺘﻨﻮ دَ ﻫﺎﻏﻪ دوﻧﻴﻢ ﻟﺴﻴﺰو ﻛﻠﻮﻧﻮ
ﺟﻬﺎدﭼﯥ ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دَ اﺳﻼم ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ دَ ﺳﺮوﻧﻮ ﭘﻪ ﺳﻮدا ﻛﺎروﺑﺎري ﻛړى وو -او دَ ﺑﯥ ﺷﻤﯧﺮه
ﭘښﺘﻨﻮ وﻳﻨﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺑﯥ ګﻨﺎ ﺗﻮى ﺷﻮې او ﻋﺠﻴﺒﻪ دا ده ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮري اﻧﺠﺎم ﺗﻪ ﻧﻪ دى رﺳﯧﺪﻟﻰ ..ﭘﻪ دې
ﭼﯥ دواړه دَ ﻳﻮ ﭘښﺘﻨﻲ ﻫډ او وﺟﻮد اﻧﺪاﻣﻮﻧﻪ دي -ﭘښﺘﻮن ﻛﻪ وژﻟﻰ ﺷﻲ ﻧﻮ ﻫﻢ دَ ﭘښﺘﻮن رور دﻻﺳﻪ ،او ﻛﻪ
ﻳﯥ وژﻧﻲ ﻧﻮ ﻫﻢ ﻳﯥ رور وژﻧﻲ -او ﺿﺪ دَدواړو ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﭙﻞ ځﺎى ﺳﺮﺗﻪ ﻧﻪ رﺳﻲ -ﺷﺎﻋﺮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻟﺘﻪ ﻳﻮ
ﭘښﺘﻮن ﭘﻼر ﺗﻪ ﭼﯥ ﻛﻮم ﻧﺼﻴﺤﺖ ﻛﻮي -څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ ﻏﯧﺮ ﻓﻄﺮي رﻧګ ﻟﺮي ..ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ دﻏﻪ ﺧﺒﺮي
رد ﻛﯧﺪﻟﻰ ﻧﻪ ﺷﻲ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ واي ..دَ اوﻟﻲ ورځﯥ دَ ﻧﻮي ﭘﻴﺪا ﺷﻮي ﺑﭽﻲ دَ ﻣﺮګ ﻏﻢ ﺗﺮ ﻫﺎﻏﻪ ﻏﻤﻪ ﻛﻢ وي ﭼﯥ
ځﻮاﻧﻲ ﻣﺮګ ﺷﻲ -او ﻫﻐﻪ ﻫﻢ دَ ﺗﺮﺑﻮر دﻻﺳﻪ -دﻏﻪ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ډﯦﺮ ښﻜﻠﻲ ﺗﻤﺜﻴﻠﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﭘﻪ ﻳﻮه ډﯦﺮه
ﻋﻼﻣﺘﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ دَ ﭘښﺘﻮن دَ ﻣﺎﺣﻮل دﻏﻪ ﺟﻬﺎدي ﻏﺎﻓﻼﻧﻪ روﺋﻴﻮ ﺗﻪ ﻛﺘﻠﻲ ﺷﻮي دي -ﻳﻮ ﭘښﺘﻮن ﭘﻼر ﺗﻪ دَ
ﺧﭙﻞ زُوى ﭘﻴﺪا ﺷﻮي ﻣﺎﺷﻮم دَ وژﻟﻮ ..ﻧﻪ ﻣُﺮاد ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ اﺑﺘﺪا ﻛﯥ دَ ﻣﺎﺷﻮم ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ دَ ټﻮﭘﻚ ،ﻃﻤﺎﻧﭽﯥ ،
ﺑﻢ او ﺑﺎرود دَ ورﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ځﺎى دَ ﻗﻠﻢ او ﻛﺘﺎب دَ ورﻛﻮﻧﯥ ﺷﻌﻮر ورﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ -ﺑﻠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ ،دَ دې
ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرې ﻧﻪ ﻳﻮه ﻧﻮي ﻣﻌﻨﺎ داﺳﯥ ﻫﻢ اﻏﻴﺴﺘﻠﻰ ﺷﻮ ﭼﯥ دَ ﺑﺪو ﺟﺮړه دَ اوﻟﯥ ورځﯥ ﻧﻪ اﻳﺴﺘﻞ ﭘﻜﺎر دي -
ﻧﻪ ﭼﯥ دﻏﻪ ﺑﺪ ﺑﻴﺎ دَ ﺧﻮرﯦﺪو ..ﻟﻮﺋﯧﺪو دَ ﻋﻤﻞ ﻧﻪ ﺗﯧﺮﯦږي ..ﻧﻮ ﻧﻮر ﺑﺪ او ﺑﺪۍ ﭘﻴﺪا ﻛﻮي -ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﺗﺎرﻳﺦ دَ دې ﺧﺒﺮي ګﻮاه دى -
دﻏﻪ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﺗﻮګﻪ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﭘﻪ ﺳﺎده رﻧګ ﻛﯥ ﺑﻴﺎن ﺷﻮى دى ..دﻏﺴﯥ دﻏﻪ ﻧﻈﻢ دَ ﻧﻦ دَ ﺣﺎﻻ ﺗﻮ
ﻳﻌﻨﯥ ﭘﻪ ﻋﺎﻟﻤﻲ ﻛﭻ ﭼﯥ دﻫﺸﺖ ګﺮدۍ ﻳﺎ ﺗﺮﻫﻪ ګﺮۍ ﻛﻮﻣﻪ ﻧﻌﺮه ﻣﻮﻧږ اورو ..ﻫﻐﻪ ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ ورو ورو دَ څﻮ
ﺻﺪو ﻧﻪ دَ دې ﺣﺎﻻ ﺗﻮ ﭘﺨﻮا ﻳﻮ ﺳﻔﺮ وو ،ﭼﯥ ﻧﻦ ﻳﯥ ټﻮﻟﻪ دُﻧﻴﺎ دَ ﺧﻮف او وﻳﺮې ﺳﺮه ﻣﺦ ﻛړي دي -ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دا
ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ دې ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻛﯥ اﻧﺘﻬﺎﭘﺴﻨﺪي ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻋﺮوج ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻛﯥ ﭘﻪ 138ﺑﺎﻧﺪې ﭼﺎپ دى ﭘﻪ راوﻟﭙﻨډۍ ﻛﯥ ﭘﻪ
ﻛﺎل 2001ع ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى ..ﭘﻪ دوﻟﺴﻮ وړو ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ دا ﻧﻈﻢ دراﺻﻞ دَ ﺷﭙﺎړس ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه
ﭘﻨځﻮ ﻏټﻮ ﺑﺮاﺑﺮو ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺸﺘﻤﻞ دى ..ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ..
ښﻪ ﺧﻮ ﺑﻪ دا وي ﭼﯥ دَ ﻻﺳﻪ ﻳﯥ ﻣﺮۍ ﺧﭙﻪ ﻛړې
ﭘﻪ وﺧﺖ دَ زوﻛړي دَ ﻫﻐﻪ زُوى ﭼﯥ ﺳﺒﺎ ﻳﯥ ﺗﺮﺑﻮر
ﻫﻐﺴﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻏﺎل ﻛﯥ ﺳﺘﺎ او ﺳﺘﺎ دَ ورور دَ ﺷﻤﻠﯥ
ﻛﻜړ ﭘﻪ وﻳﻨﻮ ځﻮاﻧﻲ ﻣﺮګﻪ ﻣړى ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺗﺎ ﺗﻪ
ﻛﻪ ﭘﻪ زړو اوږو در ږدي ﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﺎ ﻏﺮ ﻧړوي
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ژوﻧﺪ ﻓﻠﺴﻔﯥ او ﻣﻌﻨﯥ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﻨﻔﺮد اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻛﺘﻠﻲ دي -
ژوﻧﺪ ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮري ﻳﯥ ﻻ ﺻﺤﻴﺢ ﻣﻌﻨﺎ ﭼﺎ ﻫﻢ ﻧﻪ ده وړاﻧﺪې ﻛړي ..ﻳﺎ داﺳﯥ ﻫﻢ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ دَ ژوﻧﺪ ﭘﻪ
ﻓﻠﺴﻔﻪ ﻻ ﻫﻢ ﻫﻴڅﻮك ﻫﻢ ﻧﻪ دي رﺳﯧﺪﻟﻲ -ژوﻧﺪ ﻳﻮه داﺳﯥ ﻫﻮاﺋﻲ ﻣﺮﻏۍ ده ﭼﯥ ﻻﻧﺪې دَ ځﻤﻜﯥ ﻧﻪ ورﺗﻪ
ګﻮرې ﻧﻮ ﭼﺎﺗﻪ څﻨګﻪ ښﻜﺎري او ﭼﺎﺗﻪ څﻨګﻪ -ﻟﻜﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ دﻏﻪ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ژوﻧﺪ ﻓﻠﺴﻔﯥ ﺗﻪ ﻛﻮﻣﻪ
اﺷﺎره ﻛﻮي ..ﻧﻮ ﻫﻐﻪ َ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺳﻮال راﺑﺮﺳﯧﺮه ﻛﯧﺪه دي ﭼﯥ ځﻮاب ﻳﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺳﻮال ﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮي او دا ﺧﺒﺮه ﻫﻢ
دﻏﺴﯥ ده -وﻟﯥ ﭼﯥ ﺗﺠﺴﺲ ،ﺣﯧﺮاﻧﻲ ،دَ ﺧﻮاﻫﺸﺎﺗﻮ ﺗﻜﻤﻴﻞ ..ﻣﻨډي ﺗﺮړي او ﻫﻮس او ﻻ ﻟﭻ ﭘﻪ اﺻﻞ ﻛﯥ دَ
ژوﻧﺪ ﺑﯧﻠﻲ ﺑﯧﻠﻲ ﻏﺮﺿﻲ ﻻري دي ..ﭼﯥ ﺗﻜﻤﻴﻞ ﺗﻪ رﺳﯧﺪه ﻏﻮاړي -ﺧﻮ دَ ﺑﺪه ﻣﺮﻏﻪ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ﻛﯥ ﭘﻪ
ﻳﻮه ﻻره ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﻮښﻪ دَ ژوﻧﺪ دﻏﻪ ﻻرې ﺳﺮ ﺗﻪ ﻧﻪ دي رﺳﻮﻟﻲ -او ﻫﺮ ﻳﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﻤﻪ ﻻر ﻛﯥ دَ ﺑﯧﻠﻮ ﺑﯧﻠﻮ
اﻣﺘﺤﺎﻧﻮﻧﻮ او ازﻣﯧښﺘﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻲ -ﻳﻌﻨﯥ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ژوﻧﺪ ﻛﯥ دَ ژوﻧﺪ ﺳﺮه اوږه ﭘﻪ اوږه ﺗګ دَ ﺧﭙﻠﻮ
ﺧﻮاﻫﺸﺎﺗﻮ ﺗﻜﻤﻴﻞ ﺧﻮ ګڼﻲ ﺧﻮ دﻏﻪ ﺧﻮاﻫﺸﺎﺗﻮ ﺗﻪ رﺳﯧﺪه ﻳﯥ ﻣﻤﻜﻦ ﻛړي ﻧﻪ دي -
ﺳﻮال څﻨګﻪ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ ﺳﻮال زﯦږوي ؟ دا ﻫﻐﻪ ﻓﻠﺴﻔﻪ ده ﭼﯥ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ټﻜﻮ ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ
دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ورﺗﻪ ژوﻧﺪ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮى دى -څﻮﻣﺮه ﭼﯥ دا ﺧﺒﺮه ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ﺳﻮچ ﻛﯥ ﻣﺒﺘﻼ ﻛﻮي ..ﻫﻢ دﻏﻪ
رﻧګﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دﻏﻪ ﻳﻮه ﻣﺤﺎوره ﻳﻌﻨﯥ " ﭘﻪ اﻣﺘﺤﺎن ﻛﯥ اﭼﻮل" ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻣﻮﺟﻮد اﺑﻬﺎم ﺗﻪ اّﺳﺎﻧﯥ
ﻣﻌﻨﯥ ورﻛﻮي -
ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﺟﻮړښﺖ او رﻏﻮڼﻪ دا ﻧﻈﻢ ﻳﻮه ﺳﺎده او وړه ﺧﺒﺮه ښﻜﺎري ﭼﯥ دَ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﺳﺮه دَ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ذﻫﻦ
ﻛﯥ واﺿﺤﻪ ﺷﻲ ..ﺧﻮ ﻓﻜﺮي ژورﺗﻴﺎ ﻳﯥ دوﻣﺮه زﻳﺎﺗﻪ ده ﭼﯥ اﻧﺴﺎن دَ ژوﻧﺪ ﭘﻪ ﻓﻠﺴﻔﻪ او ﻣﻌﻨﯥ ورګﯧﺮ ﻛړي -
زﻣﺎ ﻣﺮاد دا دى ﭼﯥ دا ﻧﻈﻢ ﻳﻮاځﯥ دَ ﭘښﺘﻮ ﻧﻈﻢ ﻧﻪ دى -ﻛﻪ ﺗﺮﺟﻤﻪ ﻛړى ﺷﻲ ﻧﻮ دَ ﻣﻌﻴﺎري ادب ﻳﻮه ﻣﻌﺘﺒﺮه
ﺣﻮاﻟﻪ ﺑﻪ اوګﺮځﻲ -ﭘﻪ دې ﻛﻮﺷﺶ او داﺳﯥ ﻧﻮرو ﻧﻮوْ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﭘﻪ ښﻪ ﺗﻮګﻪ څﯧړﻟﻮ او ﭼﯧړﻟﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺗﻪ
ﻳﻮاځﯥ دَ ﭘښﺘﻮ ﺷﺎﻋﺮ ﻧﻪ واﻳﻢ -وﻟﯥ ﭼﯥ دﻏﻪ ﻗﺴﻢ ﻧﻮي او ﻣﻌﻴﺎري ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت زﻣﻮﻧږ دې ﺷﺎﻋﺮ دَ ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ او
ﻗﺒﻴﻠﻮي اﺛﺮ ﻧﻪ ﻟﺮي ﺳﺎﺗﻠﻲ دي ..او دا دَ ده ﻓﻨﻲ ﻛﻤﺎل او ﻓﻜﺮ ﻟﻮﺋﻴﻮاﻟﻰ دى -
ﭘﻪ ﺗﭙﺎزه ﻧﻮﻣﻲ ﺳﺎﺣﻠﻲ ښﺎر اﻟﺠﺰاﺋﺮ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ اﺗﻬﻮ وړو ﻏټﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺸﺘﻤﻞ
ښﻜﺎري ﺧﻮ ﭘﻪ اﺻﻞ ﻛﯥ ﺗﺶ ﭘﻪ درﻳﻮ ،ﭘﻨځﻠﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﺑﺮاﺑﺮو ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ راﻏﻮﻧډ ﺷﻮى دى ..ﻟﻜﻪ
دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق وَ ﻳﻮ داﺳﯥ ځﻨﺎوﮔﻲ روﺋﻴﯥ ﺗﻪ ګﻮﺗﻪ ﻧﻴﺴﻲ ﭼﯥ ﻧﻦ ﺳﺒﺎ ﻳﯥ اﻧﺴﺎﻧﺎن
او ﺧﺎﺻﻜﺮ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﭘﻪ ډﯦﺮ وﻳﺎړ او ﻓﺨﺮ ﺧﭙﻠﻮي -ﻳﻌﻨﻲ ﭘﻪ ﻣﻌﻤﻮﻟﻲ ﺧﺒﺮو ﭼﯥ څﻮﻣﺮه دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﺷﻤﻠﻪ ﻛﻮزﯦږي ..
ﻫﻐﻪ رﻧګﻪ ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ ﭘﻪ ډﯦﺮو ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﻌﺎﻣﻠﻮ ﻫﻐﻮئ ﭼﭗ ﻫﻢ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه ﭘﺎﺗﯥ دي -ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ
ﻫﻐﺴﯥ ﺗﻮان ﺗﻮﻓﻴﻖ ﺑﺎﻗﻲ ﻧﻪ دى ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮى -دَ ﻧﻮرو ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ ﺳﺮه دَ ﺳﻴﻼﻧۍ او ﻣﻘﺎﺑﻠﯥ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻧﻦ ﻫﻐﻪ
ﻣﯧړﻧﻰ ﭘښﺘﻮن ..ﭼﯥ ﭘﺮون ﻳﯥ ﺗﺮاﻧﯥ ﻧﻮرو وﺋﻴﻠﯥ ..ﻫﻢ ﻋﺎﺟﺰه ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮى دى -ﺧﻮ دﻏﻪ ﺑﻞ ﺗﻪ ﻋﺎﺟﺰه ﭘښﺘﻮن ﺗﺮ
ﺧﭙﻠﻮ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺗﻪ ﺗﺮ ﭘﺮوﻧﻪ ﻫﻢ ﻧﻮر ﻏښﺘﻠﻰ ﺑﺮﯦښﻲ -او ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ ﺳﻮچ ژوﻧﺪ ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻪ داﺳﯥ ﺟﻮګﻪ ﺷﻮى
دى ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﯥ ژړا ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﭘﻪ ډﯦﺮه ﭘښﺘﻨﻲ ﺟﺬﺑﻪ او ﭘښﺘﻨﻲ اﺣﺴﺎس ژړوي -ﻫﻐﻪ ﭘښﺘﻮن
ﭘﻪ ﻧﺎﺣﻘﻮ ﻻرو روان ګﻮري او ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﭘښﺘﻮن دي ﻫﻢ دَ ﻫﻐﻮ اﻗﻮاﻣﻮ ﺳﺮه اوږه ﭘﻪ اوږه ﻣﺨﻲ ﺗﻪ روان ﺷﻲ
ﭼﯥ ﻧﻦ ﻳﯥ دَ ﻫﻐﻮئ دَ اّﻗﺎ ﺣﯧﺜﻴﺖ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړى دى -
دا ﻧﻈﻢ ﻣﻌﻨﻮي اﺑﻬﺎم ﻧﻪ ﻟﺮي او ﻧﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ داﺳﯥ ﻛړﻛﯧﭽﻨﯥ ﺧﺒﺮې ﺷﻮي دي ﭼﯥ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ذﻫﻦ
ﻛﯥ ﻣﻐﺎﻟﻄﯥ ﭘﻴﺪا ﻛړي -دﻟﺘﻪ ﻣﻮﺿﻮع ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ او ﺧﺎﻟﺼﻪ ﭘښﺘﻨﻲ ده ﺧﻮ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺣﻮاﻟﻮ دا ﻛﻮﺷﺶ
ﻛړى دى ﭼﯥ ﭘښﺘﻮن ﺗﻪ اّﺋﻴﻨﻪ ور ښﻜﺎره ﻛﯥ -ﭘﻪ دې ﻧﻴﺖ ﻧﻪ ..ﭼﯥ ګﻨﯥ ﭘښﺘﻮن اﻧﺴﺎن ﻧﻪ دى ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ دې
ﻧﻴﻚ ﻧﻴﺘۍ ﭼﯥ ﭘښﺘﻮن دَ ﻫﻴﭽﺎ ﻧﻪ ﻛﻢ ﻧﻪ دى -ﻧﻮ ﺑﻴﺎ څﻪ وﺟﻪ ده ﭼﯥ دا ﻗﻮم ﺗﺮ ﺧﭙﻠﻮ دَ ﺧﭙﻠﻮۍ اﺣﺴﺎس ﻧﻪ ﻟﺮي
او ﻧﻮر ﻋﺎﻟﻢ ﺗﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺑڼﻪ ځﻨﺎوري ښﻮدي ؟ دا ﻫﻐﻪ ﺗﭙﻮس دى ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ځﻮاب ﭘﻪ
ﻃﻤﻪ راﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻛﻮي -
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﻟﻜﻪ " ﺳﺮوﻧﻪ ﭘﻪ ﻻﺳﻮ ﻛﯥ ږدل" " ،دَ ﺳﺮ ﭘﻪ ﻛﺎﺳﻮ ﻛﯥ وﻳﻨﯥ څﻴښﻞ" ،
" اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﻮﻧﯧﺪل" " ،ﺳړي ﺧﻮره اﻧﺴﺎﻧﺎن ﻛﯧﺪل " ﻣﺤﺎورﺗﻲ اﻧﺪاز ﻟﺮي او ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ
ﺟﺬﺑﺎﺗﻴﺖ د َ ﻳﻮ ﭘښﺘﻮن ﭘﻪ ﺷﺎن ښﻜﺎري ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﺟﺬﺑﺎﺗﻴﺖ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻏﯧﺮ ﺿﺮوري اﺟﺘﺠﺎج ﻧﻪ ﻛﺎر ﻧﻪ دى
اﻏﻴﺴﺘﻰ -ځﻜﻪ ﺧﻮ دَ ﻧﻈﻢ ﺷﻌﺮﻳﺖ دَ ﻣﻮﺿﻮع ﭘﻪ ﻟﺤﺎظ دَ ﻣﻨﻠﻮ دى -ﻫﻢ دﻏﻪ ﺧﻮ دَ دې ﺷﺎﻋﺮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺗﺮ
ټﻮﻟﻮ ﻟﻮﻳﻪ ﺧﻮﺑﻲ ده ﭼﯥ ﻫﻐﻪ اّﻓﺎﻗﻲ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﺗﻪ ﻫﻢ ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ او ﭘښﺘﻨﻲ ﻗﻮﻣﻲ ژﺑﻪ ورﻛﻮي -ﻛﻮﻣﻪ ﭼﯥ
ﭘښﺘﻨﻮ ﺗﻪ اﭘﯧﻞ ﻛﻮي -ﻣﻮﻧږ دا وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ ﭼﯥ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ ﻓﻄﺮت او اﺻﻠﻴﺖ ﭘښﺘﻮن دى ..ﺧﻮ ﭘﻪ ﻣﺰاج
اﻣﻦ ﭘﺮﺳﺖ اﻧﺴﺎن او ﻣﻴﻨﻪ ﻛﻮﻧﻜﻰ ﻣﺠﻨﻮن دى -ﺧﺒﺮه ﻳﯥ ﺻﻔﺎ ..ﺧﻮ ﭘﻪ ﻛﯥ اﺣﺘﺠﺎج ﻧﻪ ښﻜﺎري -ﻫﻐﻪ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ
راﺑﺮﺳﯧﺮه ﻛﻮي ،ﻟﻜﻪ دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرو ﻛﯥ زﻣﻮﻧږ راﻫﻨﻤﺎﺋﻲ ﻛﻮي-
دا دَ ﻟﺴﻮ وړو ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ اّزاده ﺑڼﻪ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ښﻜﺎري ..ﻟﻪ اﺻﻠﻪ ﭘﻪ اﺗﻬﻪ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه
ﻧﻬﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺸﺘﻤﻞ ﻧﻈﻢ دى ..ﺧﻮ ﻣﻮﻧږ ﻳﻲ ﭘﻪ څﻠﻮرﻧﻴﻤﻮ داﺳﯥ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﺗﻘﺴﻴﻤﻮﻟﻰ ﺷﻮ ..ﭼﯥ
ﭘﻪ ﻛﻮم ﻛﯥ څﻠﻮر ﻣﺼﺮﻋﻲ ﺷﭙﺎړس ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﻣﺼﺮﻋﯥ دي او ﻳﻮ اّﺧﺮي ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻳﯥ اﺗﻬﻪ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ده ..ﻟﻜﻪ
دا ﭘﻮرﺗﻨﻰ ﻧﻈﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻛﺎل 1996ع ﻛﯥ دَ ﻳﻮ وړوﻛﻲ ﻳﻮرﭘﻲ ﻣﻠﻚ ﻣﻨﺎﻛﻮ ﭘﻪ ﻣﻮﻧټﻲ ﻛﺎرﻟﻮ
ﻧﻮﻣﯥ ښﺎر ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ دى ﭼﯥ ذﻛﺮ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻛﯥ ﻫﻢ راﻏﻠﻰ دى -ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﺷﺎﻋﺮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ
ﻳﻮرﭘﻲ ﻣﺎﺣﻮل ﭘﻪ ﺗﻨﺎﻇﺮ ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻛﯧﻔﻴﺖ ډﯦﺮ ﭘﻪ ښﻜﻠﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ښﻜﺎره ﻛړى دى او واﺋﻲ ﭼﯥ ..دا دَ
ﻣﻐﺮب ﺧﻠﻖ ﭼﯥ دَ ﻧﻦ ﭘﻪ اّﺳﺎﺋﺸﻮﻧﻮ او ﻋﻴﺎﺷﻴﺎﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻧﺎزﯦږي دَ ﺧﭙﻞ ځﺎن دﭘﺎره دَ ﺧﺪاى دَ ﺟﻨﺖ ﭘﻪ رﻧګﻪ ﻧﻮي
ﻧﻮي ﺟﻨﺘﻮﻧﻪ داﺳﯥ ﺟﻮړ ﻛړي دي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻳﻮرﭘﻲ ﭘﯧﻐﻠﯥ دَ ﺟﻨﺖ دَ ﺣُﻮرو ﭘﻪ رﻧګ ﻛﯥ زړوﻧﻮ ﺗﻪ ﺳﺮور
ﺑﺨښﻲ ..او ﻫﻢ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﺷﺎﻋﺮ دا ﻫﻢ واﺋﻲ ﭼﯥ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ دَ ﻳﻮرﭘﺌﻴﻨﻮ ﻳﺎ دَ ﺗﺮﻗﻲ ﻳﺎﻓﺘﻪ ﺧﻠﻘﻮ دَ
ﻋﻴﺎﺷۍ او ﭘﻪ اّﺳﺎﺋﺸﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې اﻳﻤﺎن دَ ﻫﻐﻮئ دﭘﺎره دَ دوزخ ذرﻳﻌﻪ ﭘﻪ دې اوګﺮځﻲ ﭼﯥ ﻫﻐﻮئ دَ ﺧﺪاى دَ
ﺟﻮړ ﻛړي ﺷﻮي ﺟﻨﺖ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﻛﯥ دا ﻫﺮ څﻪ ﻛﻮي-
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻏﻪ ﻧﻈﻢ داﺳﯥ څﺮګﻨﺪوي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻳﻮرپ ..ﺧﺎﺻﻜﺮ دَ ﻣﻮﻧټﻲ ﻛﺎرﻟﻮ دَ ﺷﭙﯥ ژوﻧﺪ دَ ﻳﻮ
ﻣﻨﻈﻮم روداد ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ږدي -ﺧﻮ ﺧﺒﺮه دا ﻧﻪ ده -ﺧﺒﺮه ﺳﺎده ده ..ﻻﻛﻦ ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﻓﻜﺮي ژورﺗﻴﺎ
اﻧﺴﺎن ﭘﻪ دې ﺑﺎﻧﺪې ﺳﻮچ ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﭘﺎروي ﭼﯥ دا ژوﻧﺪ ﻳﻮاځﯥ دَ ﻋﻴﺎﺷۍ اډه ،ﻳﺎ اّﺳﺎﺋﺸﻮﻧﻮ دﭘﺎره ﻧﻪ دى ..
ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻫﻐﻮئ وﻇﻴﻔﻪ ﭘﻪ ځﻤﻜﻪ ﺑﺎﻧﺪې دَ ﺧﺪاى دَ ﻧﺎﺋﺐ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ روﺋﻴﻲ او ښﻪ ﺧﻮﺋﻴﻮﻧﻪ ﺧﭙﺮول ده -دَ
اﻳﻜﯥ ﻳﻮ ﺧﺪاى ﭘﯧﮋﻧﺪل دي -دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ ژوﻧﺪ دَ اﺧﻼﻗﻲ اﻓﺪارو ﺳﺎﺗﻨﻪ ده ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻛﻠﺒﻮﻧﻮ،
ﺟﻮاﺧﺎﻧﻮ ،ﺷﺮاب ﺧﺎﻧﻮ ﻧﺸﻲ ﻣﻤﻜﻦ ﻛﯧﺪﻟﻰ -دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﻣﺜﺒﺖ او ﺗﻌﻤﻴﺮي ﻓﻜﺮ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دَ اروﭘﺎ ﻳﺎ
ﺑﯧﺨﻲ ﺗﺮﻗﻲ ﻳﺎﻓﺘﻪ څﻮ ﺑﯥ ﻻرو اﻗﻮاﻣﻮ ﻳﻮاځﯥ ﻏﻨﺪل ﻧﻪ دى ..ﺧﻮ ﭘﻪ ﻛﯥ اﻧﺴﺎن ﺗﻪ دَ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ رﻧګﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﻛﯧﺪل
ﻫﻢ دَ ﻫﻐﻪ ﻣﺮام ﻳﺎ ﻣﻘﺼﺪ دى -
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﻓﺮﻋﻮن دَ ﺟﻨﺖ ﺳﺮه دَ ﻳﻮرپ دَ ﺷﭙﯥ ژوﻧﺪ او دَ ﻋﻴﺎﺷۍ دَ ﺗﺸﺒﻬﻴﻪ ﻫﺎﻏﺴﯥ
ﻓﻜﺮي ﺣﻮاﻟﻪ رﻗﻢ ﻛﻮي ﭼﯥ دَ اﺳﻼﻣﻲ ﺗﺎرﻳﺦ ﭘﻪ ﭘﺎڼﻮ ﻛﯥ دَ ﻓﺮﻋﻮن ﭘﻪ اړه ﺧﻮﻧﺪي ده -ﻳﻌﻨﯥ ﺧﺪاﺋﻰ ﭘﺎك ﻫﻐﻪ
ﻓﺮﻋﻮن ﭼﺎ ﭼﯥ ﭘﻪ ځﻤﻜﻪ دَ ﺟﻨﺖ ﺟﻮړوﻟﻮ ..ﻫﻐﻪ دَ ﺟﻨﺖ ﺧﺎوﻧﺪ ﻧﻪ ﻛړو ..ﺑﻠﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﻳﯥ دوزخ ﭘﻪ ﻧﻮم داﺳﯥ
اوﻟﻴﻜﻠﻮ ﭼﯥ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎن ﺗﺮﯦﻨﻪ ﻋﺒﺮت او ﺳﺒﻖ اﺧﻠﻲ !!..دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻏﻪ ﺧﺒﺮه ﭘﻪ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺳﻮچ دَ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ
اﻧﺴﺎﻧﻲ زوال ﺑﺎﻧﺪي ګﻮزار ﻫﻢ ګڼﻠﻰ ﺷﻮ ..ﻛﻮم ﭼﯥ دَ دې اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ دَ دې ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ روﺋﻴﻮ ﭘﻪ وﺟﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ
راﻏﻠﻰ دى -
ﭘﻪ ﻳﻮﻟﺲ وړو او ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دا ﻧﻈﻢ ﻛﻪ ﭘﻪ ﻏﻮر اوﻟﻮﺳﺘﻠﻰ ﺷﻲ ﻧﻮ ﻫﺮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ﺑﻪ
زﻣﺎ دَ ﺗﺠﺰﻳﯥ ﺳﺮه اﺗﻔﺎق اوﻛړي ..ﻳﻌﻨﯥ دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ اوږدو اﺗﻬﻮ داﺳﯥ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪي ﻣﺸﺘﻤﻞ دى ﭼﯥ ﻫﺮه
ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ دوﻟﺲ ﺑﺮاﺑﺮو ﺑﺮاﺑﺮو ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻮ اړه ﻟﺮي ..ﻟﻜﻪ
دا ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻗﺎﻫﺮه )ﻣﺼﺮ( ﻛﯥ ﭘﻪ ﻛﺎل 1997ع ﻟﻴﻜﻠﻰ دى ..داﺳﯥ ښﻜﺎره ﻛﻮي
،ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﻫﺎﻏﻪ واده ﻗﻴﺼﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻣﺎ ﻳﯥ ﻣﺦ ﻛﯥ ﻫﻢ ذﻛﺮ ﻛړى دى -ﻳﻌﻨﯥ دَ ﻫﺎﻏﻪ " څﯧﺮې" ﭼﯥ
" ﺳﻠﻮ څﯧﺮو" ﻳﯥ راﻫﻨﻤﺎﺋﻲ ﻛړي ده -ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻢ ﺷﺎﻋﺮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق داﺳﯥ ﺧﺒﺮه ﻛﻮي ﭼﯥ
ﻫﻐﻪ دَ ﺟﻮﻟﻴﺲ ﺳﻴﺰر ..ﭼﯥ دَ روم ﺑﺎدﺷﺎه وو ﭘﻪ ﻣﺼﺮ ﺑﺎﻧﺪې ﻗﺒﻀﻪ ﻛړي وه -او ﻗﻠﻮﭘﻄﺮه ﻳﯥ راڼۍ ﻛړي وه -ﻧﻮ
ﺷﻮق ﻫﻢ دﻟﺘﻪ دَ ﻫﺎﻏﻪ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺣﻮاﻟﯥ ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ ﺧﭙﻠﯥ دې ﺗﻜﻤﻴﻞ ﺷﻮي څﯧﺮې ﺗﻪ ﻗﻠﻮﭘﻄﺮه او ځﺎن ﺗﻪ ﺟﻮﻟﻴﺲ
ﺳﻴﺰر واﺋﻲ-
دا ﻧﻈﻢ ﻳﻮه ﻣﻨﻈﻮﻣﻪ ﻗﻴﺼﻪ ده ﭼﯥ راوي ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دى -ﭘﻪ دې ﻗﻴﺼﯥ ﻛﯥ دَ ﺟﻼل او ﺟﻤﺎل
ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﭼﯥ ﻛﻮم ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﻣﺨﻲ ﺗﻪ راوړي ..ﻫﻐﻪ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﺑﯥ ﺷﻤﯧﺮه ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ ﭘﻴﺪا ﻛﻮي ..
ﻟﻜﻪ دَ ﺗﻨﺎ ګﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﺎن ﺧﺒﺮي ﻛﻮل ..ﭘﻪ ﺧﻨﺪا ﺗﻨﺪروﻧﻪ ﻏﻮرځﻮل ..ﻛﺘﻠﻮ ﺗﻪ دَ ﻧﻈﺮ ﻏﺸﻲ ﻏﻮرځﻮل وﺋﻴﻞ ..ﻏﺸﯥ دَ
ږﻟﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺣﺴﺎب ﻏﻮرځﻮل ..دَ ﻟﻤﺒﯥ ﭘﻪ ﺷﺎن وﺷﯧﺪل ..دَ ﻣﺎر ﻏﻮﻧﺪې ځﻨګﯧﺪل او ﻏﺰﯦﺪل او دَ ﻣﺎر ﺗﺮ ﺳﻴﻮرې
ﻻﻧﺪې اوﺳﯧﺪل داﺳﯥ اﺳﺘﻌﺎرې او اﺷﺎرې دي ﭼﯥ ..ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دَ ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ ﺗﺎرﻳﺦ ﻋﻜﺎﺳﻲ ﻛﻮي ..ﺑﻠﻜﻪ دَ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ذﻫﻦ ﻳﻮ دم دَ ﻫﻐﯥ ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ ﻣﺼﺮۍ ﻗﻠﻮﭘﻄﺮه ﭘﻪ ﻟﻮر وړي ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺟﻤﺎل ﻛﯥ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه
ﻣﺸﻬﻮره وه ..ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ ﻳﯥ دَ ﺟﻼل ﻗﻴﺼﯥ ﻫﻢ دَ ﻣﺼﺮ ﺗﺎرﻳﺦ ګﻮاه ﻛﻮي -ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ دَ روم دَ ﻫﻐﯥ زړې زﻣﺎﻧﯥ
ﺑﺎدﺷﺎه ﺟﻮﻟﻴﺲ ﺳﻴﺰر ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺣﻮاﻟﻮ دَ دې اوﺳﻨۍ ﻗﻠﻮﭘﻄﺮه ﭘﻪ وړاﻧﺪې دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛﯧﺪل ..او دَ
ﻫﻐﻪ دَ ﺳﻴﺰر ﭘﻪ ﺑڼﻪ ﻛﯥ راﭘﻮرﺗﻪ ﻛﯧﺪل ..دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﻴﻨﯥ ﻋﺴﻜﺮي ﺟﺬﺑﯥ راﭘﺎرﯦﺪل او دَ ﻗﻠﻮﭘﻄﺮه ﭘﻪ ﻓﻮﻻدي زړه
ﺣﻤﻠﻪ اّور ﻛﯧﺪل ..ﻫﻢ ﺑﻴﺎ دﻏﻪ ﭘښﺘﻮن ﺟﻮﻟﻴﺲ ﺳﻴﺰر ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻲ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﯥ ﻣﺮﺋﻴﻰ ﻛﯧﺪل واﻗﻌﻲ ﻫﻢ وَ ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ
ﺗﺎرﻳﺦ ﺗﻪ ژوﻧﺪ ورﻛﻮﻟﻮ ﻗﻴﺼﻪ ژوﻧﺪۍ ﻛﻮي -وﻟﯥ ﭼﯥ دَ ﺟﻮﻟﻴﺲ ﺳﻴﺰر او دَ ﻗﻠﻮﭘﻄﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﻳﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺣﻘﻴﻘﺖ
دى -ﻛﻮم ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺳﺮ دوﺑﺎره را ژوﻧﺪى ﻛړى دى -
ﭘﻪ ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ داﺳﺘﺎن ﻛﯥ ﺧﭙﻠﻲ ﻣﻴﻨﯥ ﺗﻪ ﭼﯥ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ دَ روﻣﺎﻧﻮي ﺣﻘﻴﻘﺖ څﻨګﻪ رﻧګ ورﻛﻮي ..
ﻫﻐﻪ ﻛﻪ ﻳﻮ ﻃﺮف ﺗﻪ ﻣﻨﻔﻲ اﺛﺮ ﭘﺮﯦږدي ..ﻧﻮ ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺗﺎرﻳﺦ ﺣﻮاﻟﻪ دَ ځﺎن ﺳﺮه ﭘﻪ دې ﻣﻨﺴﻮب
ﻛﻮي ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻫﻢ دَ ﻓﺮﻋﻮﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ځﻤﻜﻪ ﻛﯥ ﭘﻴﺪا ﺷﻮي او ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﺳﭙﺎرل ﺷﻮي ده -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻫﻐﻪ
ﺧﭙﻞ ځﺎن او ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻴﻨﻪ دَ ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ ﺗﺎرﻳﺦ ﻳﻮ ﺗﺴﻠﺴﻞ ګڼﻲ -ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﺷﻚ ﻫﻢ ﻧﻴﺸﺘﻪ ﭼﯥ ﻣﻴﻨﻪ ﻛﻪ ﭘﺮون وه ..
ﻛﻪ ﻧﻦ ده او ﻳﺎ ﺳﺒﺎ وي ..ﻫﻢ دﻏﺴﯥ رﻧګ ﺑﻪ ﻟﺮي-
دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﺟﻮړښﺖ ﻳﻮه ﺗﻤﺜﻴﻠﻲ ﻗﻴﺼﻪ ده ..ﺧﻮ دې ﺳﺮه ﺳﺮه ﭘﻪ ﻓﻜﺮي ﻟﺤﺎظ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ
ﺗﺎرﻳﺦ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﺗﻪ ﻣﺠﺒﻮره ﻛﻮي -دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ درې دﯦﺮش ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ اوږد ﻧﻈﻢ دى ..ﺧﻮ ﭘﻪ اﺻﻞ ﻛﯥ
اووﻳﺸﺖ داﺳﯥ ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻣﺸﺘﻤﻞ دى ﭼﯥ ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻳﯥ دوﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ده ..ﻟﻜﻪ
دَ ﺳﺮګﻠﯧﻠﺌﻴﻮ دَ داﺳﯥ رښﺘﻴﺎ ﭘﻪ ﺗﻨﺎﻇﺮ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻢ دا وﺋﻴﻞ ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﻛﻮﻣﯥ ﺧﺒﺮي
ﻛﻮي ﻳﺎ ﻛﻮم اﻓﻜﺎر وړاﻧﺪي ﻛﻮل ﻏﻮاړي ..ﻫﻐﻪ دَ ﻧﻨﻲ دور دَ ﻣﻨﻠﻮ ځﻜﻪ ﻧﻪ دي ﭼﯥ دَ ﻧﻦ اﻧﺴﺎن ..ﺧﺎﺻﻜﺮ
ﭘښﺘﻮن ﻟﻪ دﻏﻪ ﺣﻘﻴﻘﺘﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺑﻠﺪ ﻧﻪ دى او ﻧﻪ ﻳﯥ ﻛﻠﻪ ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻲ دي -ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﺧﻮ دَ ده ﺧﺒﺮي دَ ګﻨﺎه او ﺛﻮاب
ﭘﻪ ﺗﻠﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﭘټﻮ ﺳﺘﺮګﻮ ﺗﻠﻞ ﻛﯧږي -او ﻫﻐﻪ ﺗﻪ دَ ﭘښﺘﻮ او ﭘښﺘﻨﻮ دُښﻤﻦ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه وﺋﻴﻞ
ﻛﯧږي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺻﻔﺎ او ﻧﯧﻎ ﭘﻪ ﻧﯧﻐﻪ ﺧﺒﺮي ﻛﻮي ..او ﭘښﺘﻮن ﭘﻪ ﻧﻨﻨﻲ دور ﻛﯥ دَ ﻫﺮ ﻗﺎم ﻧﻪ ﻧﻪ ﻳﻮاځﻲ ﭘﺎﺗﯥ ګڼﻲ ..
ﺑﻠﻜﻪ ﭘښﺘﻮن ﭘﻪ ځﻨﺎوري ﺧﻮﺋﻴﻮﻧﻮ او روﺋﻴﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻟﯧﺪﻟﻰ ګﻮري -ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﺧﻮ دﻏﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ اﻣﻦ ﻳﯥ
ﺧﻮب او ﻣﻴﻨﻪ ﻳﯥ ژوﻧﺪ دى ..ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻢ دَ ﭘښﺘﻨﻮ دَ ﺑﺪي او ﻛﻤﯥ ورځﯥ ﭘﻪ ﻛﺘﻠﻮ ډﯦﺮ زﻳﺎت ﺟﺬﺑﺎﺗﻲ ﺷﻲ او ﭘﻪ
ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﻳﯥ ﺷﺪت راﻣﺨﻲ ﺗﻪ ﺷﻮى وي -ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ دې ﺷﺪت ﺗﻪ ﭘﻪ اﺧﻼﻗﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﻲ ﻟﻔﻈﻲ ﺟﺎﻣﯥ
اﻏﻮﺳﺘﻠﻰ ﺷﻮي دي -
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻏﻪ دﻋﻮه ﭼﯥ ګﻨﯥ ﻫﻐﻪ ﺣﻖ ﺗﻪ ګﻮﺗﻪ ﻧﻴﺴﻲ ..ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻣﺠﺮم ګڼﻠﻰ
ﺷﻲ ..ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮۍ ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ اوګﻮرو ،ﻧﻮ دا ﺧﺒﺮه ﺑﻪ ﻣﻨﻮ ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻛﻮﻣﯥ ﺧﺒﺮي ﭘﻪ ﻧﻮي اﺳﺘﻌﺎرو
،ﺗﺸﺒﻬﻴﺎﺗﻮ ،ﻣﺤﺎورو ،اﺷﺎرو ،ﻛﻨﺎﺋﻌﻮ او ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﻻﻧﺪې ﻛﻮي ..ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮي دوﻣﺮه ﻧﻮي او ﻧﺎﺑﻠﺪه وي ..
ﭼﻲ ﻣﺎ اﻛﺜﺮه دَ ﻣﻠګﺮو ﻧﻪ دَ دې ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺑﺎب اورﯦﺪﻟﻲ دي ..ﭼﯥ دا اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻛﻮﻣﻲ دُﻧﻴﺎ ﺧﺒﺮي ﻛﻮي ؟ او
ﻳﺎ ..ﻫﻐﻪ وﻟﯥ دَ ﭘښﺘﻮ او ﭘښﺘﻨﻲ ﻛﻠﺘﻮري روﺋﻴﻮ او اوﺻﺎﻓﻮ ﺑﺮﻋﻜﺲ دي ؟ ..ﻧﻪ ﻳﻮاځﻲ دا ..ﺑﻠﻜﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق
ﺗﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ ﻧﻮوْ ﺧﺒﺮو ﻛﻮﻟﻮ ﻣﻐﺮب ﭘﺮﺳﺘﻪ ﻫﻢ وﺋﻴﻠﻰ ﻛﯧږي -څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ داﺳﯥ ﻫﻴڅ ﺧﺒﺮه دَ دې ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ
روﺋﻴﻪ ﻳﺎ ﻟﻴﻜﻨﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻧﻪ ﺷﻲ راﺗﻠﻰ -اﻟﺒﺘﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﻧﻮي ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻲ ادب څﻪ ﻣﺸﻜﻼت ﭘﻴﺪا ﻛړي ﺿﺮور
دي ..ﺧﻮ دا دَ ﺷﻮق ﻗﺼﻮر ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ دې ﻋﻼﻗﺎﺋﻲ ،ﻗﺒﺎﺋﻠﻲ ،ﺑﺎزاري او ﺳﺎده ﻧﻘﺎداﻧﻮ ﻗﺼﻮر دى ..ﭼﯥ ﻫﻐﻮئ
ښﻪ او ﺑﺪ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺘﺮګﻮ ګﻮري -ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﺧﻮاوﺷﺎ ﻛﯥ ﻧﻪ ګﻮري ..ﭼﯥ دُﻧﻴﺎ ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻪ رواﻧﻪ ده او ﻫﻐﻮئ
ﭘښﺘﻮن ﭼﺮﺗﻪ ﺑﻮځﻲ -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ دا او داﺳﯥ ﻧﻮر ﻣﻌﺮوﺿﻲ ﺣﺎﻻت دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق او ﭘښﺘﻨﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځﻪ ﻻري
ﺗړي -
ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻨﻲ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﺷﭙﯥ او ورځﻲ ﭘﻪ ﻣﻨﺎﺳﺒﺖ دَ ﺧﭙﺮو ﺗړون ﭼﯥ څﻮﻣﺮه دَ ﺷﻮق دﻋﻮه ﺻﺤﻴﺢ
ﺛﺎﺑﺘﻮي ،،ﻫﻐﺴﯥ داﺳﯥ ځﻴﻨﻲ ﻟﻔﻈﻲ او ﺟﺪﻳﺪ ﻣﺤﺎوراﺗﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﻟﻜﻪ " ﺗﻮر ﺗﭙﻞ" " ،رڼﺎ ﺧﻮړل" " ،رڼﺎ
اﻏﻮﺳﺘﻞ" " ،ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ اوﺳﯧﺪل" دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ادب او ﺷﻌﺮي زﻳﺎر ﺗﻪ اّﻓﺎﻗﻲ رﻧګ ورﻛﻮي ..ﻛﻮم ﭼﯥ دَ دې
دور دَ ﭘښﺘﻮ ﻟﻴﻜﻮﻧﻜﻮ ﻧﻪ ﺑﯧﺨﻲ ﺑﯧﻞ او ﺑﺪل ښﻜﺎري -ﻫﻢ دﻏﻪ ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮه ده ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﺮې ځﺎﻧﺘﻪ داﺳﯥ
ﻣﺠﺮم واﺋﻲ ﻟﻜﻪ ﺳﺮ ګﻠﯧﻠﺌﻴﻮ ..ﭼﯥ ﻳﻮ وﺧﺖ ﺑﻪ دَ ده دﻏﻪ ﺗﺠﺮﻳﺪﻳﺖ او دَ ﺟﺪت ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻮ روا ﺷﻮى ﺟﺮم دَ ﭘښﺘﻮ
او ﭘښﺘﻨﻮ ﻗﺎﻧﻮن ﺟﻮړﯦږي-
دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ دَ ﻳﻮﻟﺲ وړو او ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ اّزاد ﻧﻈﻢ ښﻜﺎري ..دراﺻﻞ ﭘﻪ اوو داﺳﯥ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪي
ﻣﺸﺘﻤﻞ دى ..ﭼﯥ ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻳﯥ دوﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ده او ﻧﻈﻢ ﺑﺎﻗﺎﻋﺪه ﻳﻮ ﻣﺼﺮى ﻧﻈﻢ دى ..ﻟﻜﻪ
ﭘﻪ راوﻟﭙﻨډۍ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻞ ﺷﻮى دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﻧﻈﻢ دَ ﻧﻦ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ روﺋﻴﻮ ،اﻧﺴﺎﻧﻲ اﻗﺪارو،
اﺧﻼﻗﻴﺎﺗﻮ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻣﻨﻈﺮ وړاﻧﺪې ﻛﻮي ..ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ﻳﯥ ﭘﻪ وﻟﻘﻪ ﻛﯥ ښﻜﺎري -ﻛﻪ اوﻛﺘﻠﻰ ﺷﻲ ﻧﻮ ﻧﻦ دَ ﻫﺮ ﭼﺎ
دا ﻛﻮﺷﺶ وي ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻠﻲ ﻟږي ﻏﻮﻧﺪې ګټﯥ دﭘﺎره دَ ﺑﻞ اﻧﺴﺎن ﺑﻼ ډﯦﺮ ﻧﻘﺼﺎن اوﻛړي -او دا ﻫﺎﻏﻪ روﺋﻴﯥ دي
ﭼﯥ ﭘﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻣﺎﺣﻮل ﻛﯥ دَ ﻏﺮض او ﻻﻟﭽﻮﻧﻮ ﺑﻮزﻏﻠﻲ ﻻ ﻧﻮر ﻛړي __ دَ دې ﺑﻮزﻏﻠﻮ ﻧﻪ ﭼﯥ ﻛﻮم ﺑﻮټﻲ ﭘﻪ وده
وده ﻛﯥ زرﻏﻮﻧﯧږي ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻣﺎﺣﻮل ﻛﯥ ﻻ دَ ﻧﻔﺮت او ﻏﺮض دَ داﺳﯥ ﺗﻨﻮرو اوﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ﺧﻮرﯦږي
ﭼﯥ ﭘﻪ ﺳﻴﻮري ﻛﯥ ﻳﯥ دﻏﻪ ﺟﺬﺑﯥ ﻧﻮري ځﻮاﻧﯧږي -ﻧﻮ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﻧﻦ دَ دې روا ﺷﻮي اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻣﺎﺣﻮل ﻛﻪ
ﻳﻮ روڼ ﺗﺼﻮﻳﺮ ﻣﻮﺟﻮد دى -ﻧﻮ ﺑﻞ ﺧﻮا دَ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻣﺮﺗﺒﻪ او درﺟﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺗﺎزﻳﺎﻧﻪ ﻫﻢ ده -ﻛﻮم ﭼﯥ
اﻧﺴﺎن دَ ﺧﭙﻠﻪ ﻻﺳﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻣﺮﺗﺒﯥ او درﺟﯥ ﺗﻪ ﻳﻮ ﻧﻪ ﺳﺮﻛﯧﺪوﻧﻜﻰ ﺗﺎوان ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ورﻛړى دى -ﻳﻌﻨﯥ ﭘﻪ دې
ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻳﻮ ﻓﻜﺮ دى ..ﻳﻮ ﺳﻮال دى ...اﺑﻠﻴﺲ ﭼﯥ ﻳﻮه ﻟﻮﺋﻴﻪ ﻓﺮښﺘﻪ وه ،ﺧﻮ ﺷﯧﻄﺎن ﭘﻪ دې ﺷﻮ ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ﺗﻪ ﻳﯥ
ﺳﺠﺪه اوﻧﻪ ﻛړه ..او اﻧﺴﺎن ،اﻧﺴﺎن ﭘﻪ دې ﺷﻮ ﭼﯥ اﺷﺮف اﻟﻤﺤﻠﻮﻗﺎت او دَ ﺧﺪاى دَ دُښﻤﻦ " ﺷﯧﻄﺎن " دُښﻤﻦ
اوګﺮځﯧﺪو -ﻻﻛﻦ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﺳﻮال ﭼﯥ اﻧﺴﺎن دا اﺷﺮﻓﻴﺖ څﻪ ﺷﻮ؟
دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻓﻜﺮي ﻟﺤﺎظ څﻮﻣﺮه دَ اﻋﻠﻰ ﻣﻌﻴﺎر دى ..ﻫﻢ دﻏﺴﯥ دَ دې ﻧﻈﻢ ﻓﻨﻲ ﻫﺌﻴﺖ ﭘﻪ ﺳﺎده او رواﻧﻮ
وړو او ﻏټﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې داﺳﯥ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ او ﻫﻨﺮ راﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻛړى دى ﭼﯥ دَ ﻣﻮﺳﻴﻘﻴﺖ ،ﻏﻨﺎﺋﻴﺖ ،او اّﻫﻨګ
ﻟﻪ روﻳﻪ ﻫﻢ ﺧﭙﻞ ﺧﻮږﻟﺖ ﻟﺮي -دا ﻧﻈﻢ ﻫﻴڅ اﺑﻬﺎم او ﻣﺸﻜﻞ ﻧﻪ ﻟﺮي ..او ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﻌﻨﻮ ﻛﯥ دوﻣﺮه روان ،ﺳﺎده
او واﺿﺤﻪ دى ﭼﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ﭘﺮې ډﯦﺮ ﭘﻪ اّﺳﺎﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧږي -ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﺗﺮ ﻟﻮﺋﻴﻪ ﺧﺒﺮه دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق
ﻫﺎﻏﻪ " ﭘټ ﺳﻮال" دى ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ،اﻧﺴﺎن ﻧﻪ دى ﭘﺎﺗﻰ ﺷﻮى -دﻏﻪ رﻧګ دا ﻧﻈﻢ ﻫﻢ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻧﻮرو
ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﭘﻪ رﻧګ ﻛﻪ ﻳﻮې ﺧﻮاﺗﻪ ﭘﻪ ﻧﻬﻮ وړو او اوږدو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻣﺸﺘﻤﻞ دى ..ﺧﻮ ﭘﻪ اﺻﻞ ﻛﯥ دا ﭘﻪ ﭘﻨځﻮ
داﺳﯥ ﻏټﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﭘﻮري اړه ﻟﺮي ..ﭼﯥ ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ دَ ﺑﻠﻲ ﻣﺼﺮﻋﯥ ﺳﺮه ﺑﺮاﺑﺮه ده او ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻪ ﻟﺮي ..
ﻟﻜﻪ
ﭘﻪ ﻛﺎل 2002ﻛﯥ ﭘﻪ اﺳﻼم اّﺑﺎد ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮي دا ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دَ ﺣﺎﻻﺗﻮ او
ﺧﻮﻧړي ﺗﺎرﻳﺦ او دَ ﺟﻨګﻲ دور ﭘﻪ ﺗﻨﺎﻇﺮ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ دى -ﻛﻮم ﭼﯥ دَ دﻏﻪ ﺣﺎﻻﺗﻮ ﻳﻮ واﺿﺢ ﺗﺼﻮﻳﺮ ﻫﺮ ﻗﺎري ﺗﻪ
ﻣﺤﻲ ﺗﻪ ﻛﻮي -ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻠﻮ دَ ﻻﺳﻪ دَ ﭼﺎ ﭼﺎ ﭘﻪ ﻟﻤﺴﻪ ﭘﻪ ﻛﻮم ﻛﻮم دور ﻛﯥ څﻪ څﻪ ﺷﻮي
دي ..ﻧﻮ دﻏﻪ واﻗﻌﺎﺗﻮ او ﺗﺎرﻳﺨﻲ اﻟﻤﻴﻮ ﺗﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻛﻮم ﻧﻈﺮ ﻛﺘﻠﻲ ﺷﻮي دي ..ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﭘښﺘﻮن
اﻓﻐﺎن ﭘﻪ دړد او وژﻧﻪ دَ ﻳﻮ ﭘښﺘﻮن ﻟﻴﻜﻮال ﻳﻮه داﺳﯥ وﻳﺮژﻧﻪ ﺳﺎﻧﺪه ده ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻞ وﺟﻮد ﭘﻪ ﻣړﻳﻨﻪ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ-
ﻧﻮ دَ دﻏﻪ دوه ﻧﻴﻢ ﻟﺴﻴﺰ ﻛﻠﻦ ﻧﺎروا ﺧﻮﻧړي اﻧﻘﻼب ﻧﻪ ﭘﺲ ﭼﯥ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻛﻮم دور اوس ﺷﺮوع ﺷﻮى
دى ..دَ دې دور ﻧﻪ زﻣﻮﻧږ دې ﺷﺎﻋﺮ ډﯦﺮ ﺗﻮﻗﻌﺎت ﺗړﻟﻲ دي -او ﺧﺪاى دي اوﻛړي ﭼﯥ ﭘﻪ اﺻﻠﻲ ﻣﻌﻨﻮ ﻛﯥ دا
دور دَ اﻓﻐﺎن اوﻟﺲ ،اﻓﻐﺎن ﻣﻠﺖ او ﺧﺎورې دﭘﺎره دَ رڼﺎ او دَ ﺷﻌﻮر ﻳﻮ ﺗﺎﺑﻨﺎﻛﻪ دور ﺛﺎﺑﺖ ﺷﻲ -او ﻳﻘﻴﻨﺎً ﭼﯥ
دﻏﻪ ﻫﻴﻠﻪ او دﻏﻪ اُﻣﻴﺪ دَ ﻫﺮ ﭘښﺘﻮن وګړي دَ زړه ﻫﻴﻠﻪ ده -دا ﻧﻈﻢ ﻛﻪ ﻟږ ﺷﺎﻧﺘﯥ اﺑﻬﺎم ﻟﺮي او ﺗﺮ څﻪ ﺣﺪه ﭘﻪ
ﻣﺸﻜﻞ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دى ..ﺧﻮ دَ دې دَ ﺑﻴﺎن اﻧﺪاز ډﯦﺮ اﻓﺴﺎﻧﻮﻳﺖ ﻟﺮي ..او ﭼﯥ ﻟږ ﻫﻢ ورﺗﻪ ﻗﺎري ﭘﻪ
ﻏﻮر ﺳﺮه دَ دې ﻋﻼﻣﺘﻮﻧﻮ ﺗﻨﯥ ﺑﻮدۍ ﺗﻪ ﭘﺎم اوﻛړي ..ﻧﻮ ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻌﻨﯥ او ﻣﻘﺼﺪ ﺧﭙﻠﻪ واﺿﺤﻪ ﻛﻮي -
اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﻪ دَ ادﻳﺮو ﻫﯧﻮاد وﺋﻴﻞ ..ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دَ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﻟﻮر ﻳﻮه واﺿﺤﻪ اﺷﺎره ده ..ﺧﻮ ﭘﻪ دې
ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ټﻮﻟﻮ ﻧﻪ دَ ﺧﻮﻧﺪ ﺧﺒﺮه دَ دې ﻧﻈﻢ اّﻓﺎﻗﻲ ﻓﻜﺮي ﺗﺴﻠﺴﻞ دى ..ﻛﻮم ﭼﯥ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻫﻨﺮ
ﺑﺮﻗﺮار ﺳﺎﺗﻠﻰ دى -داﺳﯥ ﺧﻮ دَ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ځﻤﻮﻧږ ګڼﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ وﺧﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ ﺑﯥ ﺷﻤﯧﺮه ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ
ﻟﻴﻜﻠﻲ دي ..ﻛﻮﻣﻮ ﺗﻪ ﭼﯥ دَ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺗﺮاﻧﯥ ﻫﻢ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ -ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﺗﺎﺛﺮ ﻳﺎ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺟﺒﺮ ﺗﻪ اﺷﺎره داﺳﯥ ﭘﻪ
اﻓﺴﺎﻧﺪي اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻧﻪ ده ﺷﻮي ﻟﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﭼﯥ ﻫﻴڅ ﻗﺴﻢ دَ ﺗﺮاﻧﯥ ﻛﯧﻔﻴﺖ ﻧﻪ ﻟﺮﻟﻮ ﭘﺮﺗﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ دَ
ﻫﻐﻪ دور او دَ دې ﻧﻮي دور ﺗﻘﺎﺑﻠﻲ اﺷﺎرﺗﻲ ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ ﻫﻨﺮي اﻧﺪاز او دﻟﻴﻞ وړاﻧﺪي ﻛﻮي -ﭼﯥ ﻧﻘﺎد ﺗﺮﯦﻨﻪ
ﺳﺘﺮګﻲ ﻧﻪ ﺷﻲ اړوﻟﻰ -وﻟﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻳﻮ ﻓﻜﺮي او ﻗﻮﻣﻲ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻣﻌﻴﺎري اﻧﺪاز
ﻛﯥ ﻛﺘﻨﻪ ﺷﻮي ده -
" دَ ﭼﺎ ﭘﻪ ﻟﻤﺴﻪ" " ،ﺳﺮوﻧﻪ رﯦﺒﻞ" " ،دَ ﺳﺮوﻧﻮ اﻣﯧﻠﻮﻧﻪ ﭘﺌﻴﻞ" " ،دَ ﺳﺮ ﺳﻮدا ﻛﻮل" " ،ﺳﺮ ﻟﻪ ﺧﻄﺮو
ﻧﻪ ﭘﻪ اﻣﺎن ﻛﯧﺪل" " ،دَ ګڼﻮ ادﻳﺮو ﻫﯧﻮاد" " ،دَ ژوﻧﺪ ﺗﺎﻧﺪې ﻫﻴﻠﯥ" او " دَ ګﻮر وَ ﺳﺮ ﺗﻪ ﺳﺮوﻧﻪ راﺷﻨﻪ ﻛﯧﺪل"
ﻫﻐﻪ ﻣﺤﺎوراﺗﻲ ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺐ دي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرو ﻛﯥ دې وړوﻛﯥ ﻧﻈﻢ ﺗﻪ دَ ﻳﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﺷﻜﻞ
ورﻛﻮي -او دَ ﻣﺰې ﺧﺒﺮه دا ﻫﻢ ده ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ﻣﺤﺎورو ﻛﯥ ﭘښﺘﻨﻲ ﺧﻮﻧﺪ او ﺗﺎﺛﺮ دَ وراﻳﻪ ښﻜﺎري -ﻳﻌﻨﻲ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﻛﻪ ﻳﻮ ﻃﺮف ﺗﻪ اّﻓﺎﻗﻴﺖ ﭘﻪ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ راﻧﻌﺎړي ..ﺧﻮ ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ دَ ﻫﻐﻪ ژﺑﻪ ﭘښﺘﻨﻲ رﻧګ او
ﺧﻮﻧﺪ ﻟﺮي -ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﻓﻦ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻋﻼﻣﺘﻮﻧﻮ ،اﺷﺎرو ،ﻛﻨﺎﺋﻌﻮ او ﺷﻌﺮي ﺗﻠﻤﻴﺤﺎﺗﻮ
ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﻣﻘﺼﺪ ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻫﻨﺮ وړاﻧﺪي ﻛړى دى -
دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻇﺎﻫﺮه ﭘﻪ دﻳﺎرﻟﺴﻮ وړو او اوږدو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺸﺘﻤﻞ ښﻜﺎري ﺧﻮ ﭘﻪ اﺻﻞ ﻛﯥ ﭘﻪ
ﻳﻮﻟﺲ داﺳﯥ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻣﺸﺘﻤﻞ ﻧﻈﻢ دى ..ﭼﯥ دَ دوﻳﻤﻲ ﻣﺼﺮﻋﯥ ﻧﻪ ﺗﺮ اّﺧﺮي ﻣﺼﺮﻋﯥ ﭘﻪ ﺑﺮاﺑﺮو دوﻟﺲ
ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﻣﺼﺮﻋﻮ اړه ﻟﺮوﻧﻜﻰ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ دى ..ﺟﺒﻜﻪ ړوﻣﺒۍ ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻳﯥ دﻳﺎرﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ده ﭼﯥ دَ ﻧﻈﻢ
ﻫﺌﻴﺖ ﺗﻪ ﻫﻴڅ ﻧﻘﺼﺎن ﻧﻪ رﺳﻮي ..ﻟﻜﻪ ﺗﺎﺳﻮ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻢ ﻟﻮﺳﺘﻠﻰ ﺷﺊ -
ﻣړ ﺑﻪ ﺷﻢ زه
ﺧﻮ زﻣﺎ ﺑﻪ ﻫﯧﺮه ﻧﺸﻲ
دا واﻗﻌﻪ
او ﺳﺎﻧﺤﻪ زړه ﭼﺎوْدې
ﭼﯥ ګﺎوﻧډﻳﺎﻧﻮ ﻣﻮ اّﺧﺮ ﻫﻢ ﻟﻮﺑﻪ
دَ ﺧﭙﻞ وﺣﺸﺖ ﭼﯥ رﺳﻮﻟﻪ ﺳﺮﺗﻪ
ﻧﻮ ﭘﻪ ښﺎدۍ ﻛﯥ ﻳﯥ
ﭘﻪ ځﺎى دَ ﭘﺴﻮﻧﻮ
دَ ﭘښﺘﻨﻲ دود او دﺳﺘﻮر ﭘﻪ ﭼﭙﻪ
ﻛړو راځﻮړﻧﺪ ﻫﺎﻏﻪ ﺳﭙﻴﻦ ګﻴﺮى ﻣﺸﺮ
څﻮك ﭼﯥ دَ اﻣﻦ ﭘﻴﺎﻣﺒﺮ ﻳﺎدﯦﺪو
ﭼﺎ ﭼﯥ دَ دوئ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ ﺻﻠﺢ ﻏﻮښﺘﻪ
ﭘﻪ ﻛﻮﺋټﯥ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ دا ﻧﻈﻢ ﻫﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺗﺎرﻳﺨﻲ اﻟﻤﻴﯥ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ﻟﻴﻜﻠﻰ دى ﭼﯥ ﻣﺜﺎل
ﻳﯥ ﻧﻪ ﺧﻮ ﭘﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ ﭼﺮﺗﻪ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ او ﻧﻪ ﭘښﺘﻨﻲ ﺗﺎرﻳﺦ داﺳﯥ واﻗﻌﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﺻﻔﺎ ﻟﻤﻦ ﻛﯥ ﻟﺮي -
ﺧﻮ دا ﺣﻘﻴﻘﺖ دى ﭼﯥ ..ﭘښﺘﻨﻮ دَ ﺧﭙﻠﻮ ﺑﺎداراﻧﻮ ﭘﻪ ﺣﻜﻢ او دَ ډاﻟﺮوﻧﻮ ﭘﻪ ﻻ ﻟﭻ ﻛﯥ دَ ﻳﻮ داﺳﯥ اﻧﺴﺎن ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ
ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ﻣﺤﺴﻦ ﺳﭙﻴﻦ ګﻴﺮى ﻣﺸﺮ ﺗﺮ ﻣﺮۍ ﻧﻴﻮﻟﻰ دى ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻻش ﺳﺮه ﻳﯥ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻏﯧﺮ اﻧﺴﺎﻧﻲ
ﺳﻠﻮك ﻫﻢ ﻛړى دى ..ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﺑﻪ ﻫﻢ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ او اﺳﻼم دَ ﻫﻐﻮئ دﻏﻪ ﻧﺎروا ﻇﻠﻢ ﻧﻪ ﻛړي ﻣﻌﺎف -دَ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن دَ
ﻣﺸﺮ ډاﻛټﺮ ﻧﺠﻴﺐ اﷲ او دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻻش ﺳﺮه ﭘﻪ ﻧﺎروا ﺳﻠﻮك دَ ګﻮټ ګﻮټ ﻧﻪ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ﺧﭙﻞ ﻟﻴﻜﻞ اوﻛړل او
دﻏﻪ ﻋﻤﻞ ﻳﯥ دَ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ او ﭘښﺘﻮ ﭘﻪ ﺗﻨﺪي ﺑﺎﻧﺪي ﺗﻮر داغ اوګڼﻠﻮ -ﻻﻛﻦ ﭘﻪ دې ﻧﺎروا ﭘﯧښﻪ ﺑﺎﻧﺪې دَ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق دې ﭘﻮرﺗﻨﻲ ﻧﻈﻢ ﺧﺼﻮﺻﻴﺖ ﭘﻪ دې وﺟﻪ ﭘﻴﺪا ﻛړو ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ ﭘښﺘﻨﻲ ﻓﻜﺮ او اّﻓﺎﻗﻲ او
اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺳﻮچ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻛړى دى ..ﭼﯥ اﻧﺴﺎن او ﺧﺎﺻﻜﺮ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﭘﻪ ﺳﻮچ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺠﺒﻮر ﻛړي -او دَ ﻫﻐﻮ ﭘﻪ
ذﻫﻦ ﻛﯥ دا ﺳﻮال را اُوﭼﺖ ﻛړي ..ﭼﯥ
" داﺳﯥ ﻫﻢ ﭼﺮﺗﻪ ﻣﻤﻜﻦ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﻳﻮ ﻗﻮت ﭼﯥ ﭘﻪ ﺑﻞ ﻗﻮت ﻳﺎ ﻗﻮم ﻏﺎﻟﺐ راﺷﻲ ..ﻧﻮ ﻫﻐﻪ دي دَ
ﻣﻘﺒﻮﺿﻪ ﻗﻮم ﻳﺎ ﭘﺎرټۍ ﻣﺸﺮ ﭘﻪ ﭼﻮك داﺳﯥ ﭘﻪ ورځﻮ ورځﻮ را اوځڼﻮل ﺷﻲ او دَ ﻫﻐﻪ ﻻش دي ﺑﯥ
ﻋﺰﺗﻪ ﻛړﻟﻰ ﺷﻲ ..ﻟﻜﻪ ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﭼﯥ دَ ﺧﺪاى ﭘﻪ ﻻر ﻳﺎد ﺷﻮي دَ ﺣﻖ او اﻧﺼﺎف ﻋﺴﻜﺮاﻧﻮ دَ
ﻳﻮ ﻣﺴﻠﻤﺎن ﭘښﺘﻮن ډاﻛټﺮ ﻧﺠﻴﺐ اﷲ ﺧﻼف اوﻛړو؟
دا ﺳﻮال ځﻜﻪ دَ ﻫﺮ ﻣﺴﻠﻤﺎن ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ راﭘﻮرﺗﻪ ﻛﯧږي ..ﭼﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻫﻢ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎن دي -او دَ
ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ دَ " ﻓﺘﺢ ﻣﻜﻪ" ﺗﺎرﻳﺦ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ دې ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ ﺣﻀﺮت ﻣﺤﻤﺪ ﺻﻠﻌﻢ دَ ﻃﺮف ﻧﻪ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﻣﻌﺎﻓﻲ دَ
اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ ﭘﻪ درﺳﺖ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ ﻳﻮ ﻟﻮﺋﻰ ﻣﺜﺎل ﻳﺎدﯦږي -ﻛﻮﻣﻪ ﭼﯥ دَ ﺧﺪاى دَ دُښﻤﻨﺎﻧﻮ دﭘﺎره وه ..او ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ
ﭘﻪ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﭼﯥ ﻏﺎﻟﺐ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻐﻠﻮﺑﻮ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﻛﻮم ﻏﯧﺮ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻇﻠﻢ روا ﻛړو ..ﻧﻮ دَ ﻣﻘﺪس
دﻳﻦ اﺳﻼم ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ دې ځﻨﺎوري ﻋﻤﻞ ﻛﻮﻧﻜﻮ دَ وﺟﯥ ﻧﻦ ﭘښﺘﻨﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻧﻈﺮ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛﺘﻠﻰ -ﻳﻌﻨﻲ دې
ﻧﺎروا ﺣﺮﻛﺖ ﭼﯥ ﭘښﺘﻮ او ﭘښﺘﻨﻮ وَ ﺗﺸﺨﺺ او ﭘښﺘﻨﻲ ﻣﻠﻲ رواﻳﺎﺗﻮ ﺗﻪ څﻮﻣﺮه ﺗﺎوان رﺳﻮﻟﻰ دى ..دَ ﻫﻐﻪ
ﻣﺜﺎل ﺑﻴﺎ ﻛﻠﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻧﻪ دى وړاﻧﺪي ﻛړى -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ډاﻛټﺮ ﻧﺠﻴﺐ دَ ﻻش ﺗﻮﻫﻴﻦ ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ډﯦﺮ اّﻓﺎﻗﻲ
اﻧﺪاز ﻛﯥ ځﻜﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻧﻪ ﭘﻜﯥ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻳﺎد ﻛړى دى ..او ﻧﻪ ﻳﯥ دَ ډاﻛټﺮ ﻧﺠﻴﺐ ﻧﻮم -ﺧﻮ اﺷﺎرې او
ﻛﻨﺎﺋﻌﯥ ﻳﯥ دَ ﻫﻐﻪ زړه ﭼﺎوْدې ﺳﺎﻧﺤﯥ ﭘﻪ ﻟﻮر اﺷﺎره ﻛﻮي -ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻳﻮه ﻟﻮﺋﻴﻪ ﺗﺎرﻳﺨﻲ واﻗﻌﻪ ﭘﻪ ﻟﻨډو
ټﻜﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ وړاﻧﺪې ﻛﻮي ﭼﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ ﻓﻨﻲ ګﻤﺎن ،ﻓﻬﻢ او ﻫﻨﺮ ﻳﯥ ګڼﻠﻰ ﺷﻲ -ﻫﻢ دﻏﻪ ﺧﻮﺑﻲ دَ دې ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ
زﻳﺎﺗﻮ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ راځﻲ -ﻣﻄﻠﺐ دا ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻏﯧﺮ ﺟﺎﻧﺒﺪار اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻳﻮه
ﺗﺎرﻳﺨﻲ اﻟﻤﻴﻪ دَ ﺷﻜﻮې او ګﻴﻠﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ وړاﻧﺪي ﻛﻮي -دا دوﻟﺲ ﻣﺼﺮﻋﻴﺰ ﻧﻈﻢ دراﺻﻞ ﭘﻪ ﻧﻬﻮ ..ﻳﻮﻟﺲ
ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ اړه ﻟﺮي ..ﻟﻜﻪ
" ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﭘﻮرﺗﻨﻰ ﻣﺨﺘﺼﺮ ﻧﻈﻢ ﻣﺎ ځﻜﻪ دَ ﺗﻨﻘﻴﺪ دﭘﺎره ﻣﻨﺘﺨﺐ
ﻛړى دى -ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻳﻮ ﺑﻴﻞ اﻧﺪاز او ﻓﻜﺮي ادراك ﻛﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﺷﺎﻋﺮ دا ﻧﻈﻢ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ
ﻟﻴﻜﻠﻰ دى ..ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻛﺸﺘۍ ﻛﯥ دَ ﻟﻨﺪن دَ ډوْر ﻧﻮﻣﻲ ﺳﻲ ﭘﻮرټ ﻧﻪ دَ ډﻧﻜﺎرټ ﺳﻲ ﭘﻮرټ ﻓﺮاﻧﺲ ﭘﻪ
ﻟﻮر ﭘﻪ ﻛﺎل 1996ﻛﯥ ﺳﻤﻨﺪري ﺳﻔﺮ ﻛﻮﻟﻮ ..دَ ﻛﻮم ذﻛﺮ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ " ﻣﺰل ﭘﻪ واوْرو ﺑﺎﻧﺪې"
ﻛﯥ ﻫﻢ ﻛړى دى -ﻣﻄﻠﺐ دا ..ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ﻛﯧﻔﻴﺎﺗﻲ ﺗﺎﺛﺮ وړاﻧﺪي ﻛﻮي ..ﻳﺎ ﺧﭙﻠﻪ ﻓﻄﺮي او
ﺷﺨﺼﻲ څﯧړﻧﻪ ﻛﻮي -او ﺧﭙﻠﻮ ﺳﯧﻼﻧﯥ روﺋﻴﻮ ﺗﻪ ګﻮﺗﻪ ﻧﻴﺴﻲ -ﻛﻮم ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ دَ " ﺗﺠﺴﺲ" دَ وﺟﯥ ﻧﻪ
ورﭘﯧښﯧږي -او دا ﺗﺠﺴﺲ ﻫﻐﻪ ..ﻟﻜﻪ ﻳﻮ ﻣﺎﺷﻮم ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه ﻳﺎ ﻗﺼﺪ ﺑﺎﻧﺪې ﭘﺎروي ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻧﻮر ﻧﻮر ﻟټﻮن
ﻳﺎ ﭘﻠټﻮن او ﻛړي -ﻛﻮم ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺷﺨﺼﻴﺖ ﻳﻮه اﻫﻤﻪ ﺑﺮﺧﻪ ګڼﻠﻰ ﺷﻮ -ﺧﻮ دﻟﺘﻪ دَ ﺷﻮق ﭘﻪ ﭘﻠټﻨﻮ ﻛﯥ
دَ ﻫﻐﻪ ﺟﺬﺑﯥ ﻣﺎﺷﻮﻣﻲ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ ډﯦﺮي ژوري ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -او ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ ﻫﻐﻪ دا ﻫﻢ واﺋﻲ ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻣﻀﻄﺮب
ﻫﻢ وي ..او دﻏﻪ " اﺿﻄﺮاب " ﻫﻐﻪ دَ ﻳﻮ ﭘﺮﻫﺎر ﭘﻪ رﻧګﻪ ﻟﻪ دردوﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛﻮي ﻫﻢ ...او دا دردوﻧﻪ ..ﻫﻐﻪ
داﺳﯥ ﺑﯥ ﻗﺮاره ﺳﺎﺗﻲ ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ژوﻧﺪ ﻛﻮﻟﻮ ﻧﻪ زړه ﻣﺎﺗﻰ ﻛﻮي ..ﺧﻮ ﻳﻮه " ﻫﻴﻠﻪ " داﺳﻲ څﻴﺰ دى ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ
دَ ژوﻧﺪ ﭼﻠﻮﻧﻪ ښﺎﺋﻲ-
ﻣﻮﻧږ ﻛﻪ دَ دې ﻧﻈﻢ ښﻪ ژوره ﻣﻄﺎﻟﻌﻪ اوﻛړو ،ﻧﻮ دا ﻣﻨﻄﻖ ﺑﻪ اوﻣﻨﻮ ﭼﯥ ﻳﻮ ﺗﺠﺴﺲ ..دَ اﻧﺴﺎن ﺳﺮه ﻫﺮ
وﺧﺖ ﻣﻠګﺮى وي او دﻏﻪ ﺗﺠﺴﺲ اﻧﺴﺎن ﺗﻪ ﺷﻌﻮر ورﻛﻮي ..ﭘﻮﻫﻪ ورﻛﻮي -ﻛﻮم ﭼﯥ اﻛﺜﺮه وﺧﺖ اﻧﺴﺎن دَ
ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺸﺎﻫﺪو او ﻏﻠﻄﻴﺎﻧﻮ ﻧﻪ اﺧﺬ ﻛﻮي -ﻳﻌﻨﯥ دا ﻏﻠﻄﻴﺎﻧﯥ او ﻣﺸﺎﻫﺪې رو رو ..اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ځﺎن او ﺟﻬﺎن
ﭘﻮﻫﻰ ﻛﻮي -دې ﻧﻪ ﻋﻼوه دَ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ دا ﺧﺒﺮه ﭼﯥ اﺿﻄﺮاب ﻳﺎ ﻏﻤﻮﻧﻪ ..ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ﻣﺮګ ﺣﺎﻟﻪ ﻛﻮي ..ﻫﻢ
ﻳﯥ دَ ژوﻧﺪ ﻧﻪ ﭘﻪ ﻓﺮار ﻛﻮﻟﻮ ﻣﺠﺒﻮره ﻛﻮي -ﺧﻮ ..دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق درﻳﻤﻪ ﺧﺒﺮه ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﺳﻮال ﭘﻪ
رﻧګﻪ ﻛﯥ راﭘﻮرﺗﻪ ﻛړي ده ..ﻫﻐﯥ ﻛﯥ ﻫﻢ ﺷﻚ ﻧﻴﺸﺘﻪ -ﭘﻪ دې ﭼﯥ دﻏﻪ اﺣﺴﺎس ..ﻳﻌﻨﯥ " ﻫﻴﻠﻪ" ﻳﺎ " ﻫﯧﻠﻲ" ..
ﭼﯥ دَ اﻧﺴﺎن ﻧﻪ دَ ژوﻧﺪ ﻛﻮﻟﻮ ﻻﻟﭽﻲ ﺟﻮړوي -
دَ ﺧﭙﻞ ذات ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﻧﻈﺮ دَ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻣﻨﻔﺮدي ﻧﻈﺮﻳﯥ ﭘﻪ ﻟﻮر اﺷﺎره
ده -ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ ﻳﯥ ﻓﻜﺮي ادراك ﭘﻪ ډﯦﺮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻫﻨﺮ او ﻣﻔﻜﺮاﻧﻪ ﻃﺮز داﺳﯥ ﻛړى دى -ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ اﻧﺴﺎن او
ژوﻧﺪ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ رﺷﺘﻪ ﭘﻪ ﻳﻮ دﻟﻴﻞ واﺿﺤﻪ ﻛړي ده -داﺳﯥ ﺧﻮ" ﺗﺠﺴﺲ،اﺿﻄﺮاب او ﻫﻴﻠﻪ" واﺿﺤﻪ ﻣﻌﻨﯥ
ﻟﺮي ..ﺧﻮ دا درې واړه څﻴﺰوﻧﻪ دﻟﺘﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ ﻣﻨﻄﻘﻲ ﺗﺮﺗﻴﺐ ﻟﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﭼﯥ ځﺎى ﻛړل ﺷﻮي دي ..
ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ړوﻣﺒﻲ ځﻞ دَ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺸﺎﻫﺪو ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ ﭘﻪ دﻏﻪ رﻧګﻪ ﺗﺮﺗﻴﺐ وړاﻧﺪې ﻛړي دي -ﭘﻪ
دې ﺧﺒﺮي ﻛﯥ ﺷﻚ ﻫﻢ ﻧﻴﺸﺘﻪ -ﭼﯥ ژوﻧﺪ ﺳﺮه رﺷﺘﻪ ﺳﺎﺗﻞ دَ ﻳﻮې ﻣﺠﺒﻮرۍ دَ ﻻري ﻧﻪ ﻛﯧږي او دا ﻣﺠﺒﻮري دَ
اﻧﺴﺎن دَ وس ﻧﻪ وﺗﯥ ﻣﺠﺒﻮري وي -ﺧﻮ ﺑﻴﺎ وﻟﯥ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ژوﻧﺪ ﻛﻮﻟﻮ ﻣﺠﺒﻮره ﻛﯧږي -ﻫﻐﻪ ﻛﻮم ﻋﻮاﻣﻞ دي
ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ژوﻧﺪى ﺳﺎﺗﻲ ؟ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ دې " ﭘټ ﺳﻮال " دﭘﺎره ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ دﻟﻴﻞ ﭼﯥ ﻛﻮﻣﻪ
اﺷﺎره ﻫﻐﻪ ﭘﻪ روﺳﺘﺌﻴﻮ څﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﻛﻮي ..ﻫﻐﻪ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﻧﻮر ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ ﻫﻢ راﭘﺎﺳﻮي-
دا ﭘﻮرﺗﻨﻰ ﻧﻈﻢ ..ﭼﯥ دَ ﻳﻮﻟﺲ وړو او اوږدو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻳﻮ اّزاد ﻧﻈﻢ ښﻜﺎري ..ﺧﻮ ﭼﯥ ورﺗﻪ ﭘﻪ ﻏﻮر
اوﻛﺘﻠﻰ ﺷﻲ ،ﻧﻮ دﻏﻪ ﻧﻈﻢ ﺑﻪ ﭘﻪ ﭘﻨځﻮ داﺳﯥ اوږدو ﺑﺮاﺑﺮو ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻣﺸﺘﻤﻞ ﻧﻈﻢ دى ..ﭼﯥ ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ
ﻳﯥ ﭘﻨځﻠﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ده ..ﺗﺎﺳﻮ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻟﻮﺳﺘﻠﻰ ﺷﺊ-
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ دَ ﺷﺎﻋﺮ " اﭘﺮوچ" ﺳﺎﺋﻨﺴﻲ ﻫﻢ دى او ﭘﻪ دې ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﺣﺴﻦ ﭘﺮﺳﺘﻲ ﻫﻢ
ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راځﻲ -ﻳﻌﻨﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﻮم اﻧﺪاز دَ " اوو رﻧګﻮﻧﻮ" ﺧﺒﺮه دَ ځﺎن ﺳﺮه ﺗړي ..ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮه دَ دې
ﻧﻈﻢ ﺗﻬﻴﻢ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﺟﻮړﯦږي ﭼﯥ دﺋﻰ ﭘﻪ ﻳﻮرپ ﻛﯥ دَ ﺳﯧﻞ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ دَ ﺑﻠﺠﻴﻢ ﻧﻪ دَ ﻫﺎﻟﯧﻨډ ﭘﻪ ﻟﻮر ﺳﻔﺮ
ﻛﻮي -ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﻧﻈﻢ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﭘﻪ ﺗﻨﺎﻇﺮ ﻳﺎ ﺳﻔﺮي ﺣﺎل ﻛﯥ اوګﻮرو ..ﻧﻮ ﺧﺒﺮه ﺑﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ
ﺣﺴﻦ ﭘﺮﺳﮕﺘۍ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻻړه ﺷﻲ -ﺧﻮ داﺳﯥ ﻛﻮل دَ ﻳﻮ ﻧﻘﺎد ﻧﺎ اﻫﻠﻲ او ادﺑﻲ ﻣﻨﺎﻓﻘﺖ ګڼﻠﻰ ﺷﻲ ..او زه دا ﻧﻈﻢ دَ
دې ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو او ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻳﺎ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرو ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ څﯧړل ﻏﻮاړم -او دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻮﺟﻪ ﭘﻪ دې ﻟﻮر را
اړوم ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ ﻟﺨﻮا واﺿﺤﻪ اﺷﺎره ده ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻫﺮ رﻧګ ﻛﯥ دﻟﭽﺴﭙﻲ ﻟﺮي ..ﺑﻠﻜﻪ ﻫﺮ
رﻧګ ﻟﻴﺪل ﻫﻢ ﻏﻮاړي ..او ﻫﺮ رﻧګ ﻛﯥ رﻧګﯧﺪل ﻫﻢ ﻏﻮاړي -ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻋﺎم ژوﻧﺪ ﻛﯥ ﻫﻢ ښﻜﺎري
او دا ﻣﺴﻠﺴﻞ ﻟټﻮن ﻫﻢ دَ دې ﺷﺎﻋﺮ دَ ﻫﺮ رﻧګﻴﺰه ﺷﺨﺼﻴﺖ ﻋﻜﺎﺳﻲ ﻛﻮي -ﺧﻮ ،ﻫﻐﻪ دا دﻋﻮه ﻫﻢ ﻟﺮي ..ﭼﯥ
ﻫﻐﻪ دا ټﻮل رﻧګﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﻳﻮ ﺑﻞ ﻛﯥ ګډول ﻏﻮاړي او دَ دې ټﻮﻟﻮ رﻧګﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﻳﻮ رﻧګ ..ﭼﯥ ﺳﭙﻴﻦ رﻧګ دى ..
ﺟﻮړول ﻏﻮاړي -او دَ ﺧﭙﻞ ﻣﺸﻦ ﭘﻮره ﻛﻮل ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ " ﻣﻴﻨﻪ او اﻣﻦ " ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻲ -ﭘﻪ ﻛﻮم ﺑﺎﻧﺪي ﭼﯥ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ..ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﺳﯧﻼﻧﯥ ﻳﺎدﯦږي او دَ ﺧﭙﻞ ﻣﺸﻦ ﺳﺮﺗﻪ رﺳﻮﻟﻮ دﭘﺎره ﻣﺘﺤﺮك ښﻜﺎري -
دﻟﺘﻪ دا ﻫﻢ واﻳﻢ ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﺮ رﻧګ ﻛﯥ دَ رﻧګﯧﺪﻟﻮ ﻣﻄﻠﺐ رﻧګ رﻟﻴﺎﻧﻲ ﻫﻢ ﻧﻪ دى .ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻳﻮ ﺣﻘﻴﻘﺖ
ﭘﺴﻨﺪ او رښﺘﻮﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﺧﻠﯥ ﻧﻪ داﺳﯥ راوﺗﻞ ..دَ ﻫﻐﻪ ﺷﺎﻋﺮ ﻣﻄﻠﺐ دَ ښﺎﺋﺴﺘﻪ ﻛﺎﺋﻨﺎت ﺳﺮه رﺷﺘﻪ ﺳﺎﺗﻠﻮ ﻧﻪ
دى ،ﻛﻮم ﭼﯥ رو رو دَ دې رﻧګﻮﻧﻮ دَ ﺧﺎﻟﻖ ﭘﻪ ﻟﻮرﻳﻮ ﺗﺨﻠﻴﻖ ﻛﺎر ﺑﻮځﻲ -او اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻢ دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﺧﭙﻞ
ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ دﻏﻪ ﻣﻄﻠﺐ ﻟﺮي -ﻳﻌﻨﻲ دَ ده ﻣﻘﺼﺪ دَ اﻣﻦ ﺑﯧﺮغ ﺟﻮړول دى -او دا ﺑﯧﺮغ ﺳﭙﻴﻦ رﻧګ ﻟﺮي ..او ﭘﻪ
دې ﻫﺮ څﻮك ﺧﺒﺮ دى ،ﭼﯥ ﺳﭙﻴﻦ رﻧګ دَ اوو رﻧګﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﺟﻮړﯦږي -دا دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق اﺻﻞ ﻛﻤﺎل دى ﭼﯥ دَ
ټﻮﻟﻮ اﻋﺘﺮاض ﻛﻮﻧﻜﻮ ځﻮاب ﭘﻪ څﻮﻣﺮه ښﺎﺋﺴﺘﻪ او ﻣﺪﻟﻞ اﻧﺪاز ورﻛﻮي -
دا ﻧﻈﻢ ډﯦﺮ ﺳﺎده ،روان ،ﻋﺎم ﻓﻬﻤﻪ او ﭘﻪ ﻇﺎﻫﺮه ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دَ ﻧﺜﺮي ﻧﻈﻢ ﻳﻮه ټﻮټﻪ ښﻜﺎري ..ﺧﻮ دا ﻧﻈﻢ
ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﻟﺤﺎظ دَ ﻧﻈﻢ ټﻮﻟﯥ ﺗﻘﺎﺿﯥ ﭘﻮره ﻛﻮي -او ﻳﻮه ﻓﻜﺮي ژورﺗﻴﺎ ځﺎن ﻛﯥ داﺳﯥ راﻧﻐﺎړﻟﻰ ﻟﺮي -ﭼﯥ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ﭘﻪ ﺳﻮچ ﻛﯥ اﭼﻮي -دَ دې ﻧﻈﻢ ﺷﻌﺮﻳﺖ ،ﻣﻮﺳﻴﻘﻴﺖ او اّﻫﻨګ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎى ﻣﻬﻢ ښﻜﺎري -وﻟﯥ
ﭼﯥ دا ﻟﺲ ﻣﺼﺮﻋﻴﺰ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ اﺻﻞ ﻛﯥ ﭘﻪ ﭘﻨځﻪ داﺳﯥ ﻣﺼﺮﻋﻮ اړه ﻟﺮي ..ﭼﯥ ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻳﯥ دَ ﺑﻠﯥ ﻣﺼﺮﻋﯥ
ﺳﺮه ﺑﺮاﺑﺮه ده او دوﻟﺲ دوﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻪ ﻟﺮي ..ﻟﻜﻪ
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ اﺷﺎرﺗﻲ اﻧﺪاز دَ ﻧﻦ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺟﺎﻧﺒﺮداراﻧﻪ روﺋﻴﯥ ښﻮدﻧﻪ داﺳﯥ ﻛﻮي ..
ﭼﯥ دَ ﻧﻦ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﭘټﻮ ﺳﺘﺮګﻮ او ﺑﯥ ﺗﺤﻘﻴﻘﻪ ﺧﺒﺮو ﺑﺎﻧﺪې ﻳﻘﻴﻦ ﻛﻮي -دا ﻧﻪ ګﻮري ﭼﯥ ﻛﻮﻣﻪ ﺧﺒﺮه ﻫﻐﻪ ﻛﻮي ..
ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮه ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ ده ﻛﻪ ﻧﻪ ؟ دا ﻋﺠﻴﺒﻪ ﺧﺒﺮه اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې دﻟﻴﻞ وړاﻧﺪي ﻛﻮي -ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻫﻴﭽﺎ دَ ﺧﭙﻞ
اﺷﻨﺎ ﺳﺮه ﭘﻪ ﭘﻮﭼﺎ ﭘﺎټ او اﺷﻨﺎن ﻛﻮﻟﻮ ﺑﺎﻧﺪي ﻧﻪ دى ﻟﻴﺪﻟﻰ ..ﻧﻮ ﺑﻴﺎ دﺋﻰ ﻛﺎﻓﺮ څﻨګﻪ ﺷﻮ او د ده اﺷﻨﺎ دَ ﻛﺎڼﻲ
ﺑُﺖ ؟ دا ﻫﺎﻏﻪ ﺳﻮال دى ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ دې ﻧﻈﻢ ﻣﻮﺿﻮع ګﺮځﻮﻟﻰ دى -ﻳﻌﻨﯥ دَ دې ﻧﻈﻢ ﻧﻪ دا ﻣﻄﻠﺐ
اﻏﻴﺴﺘﻰ ﺷﻮ ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﻫﺮ ﺣﺎل ﻛﯥ دَ ﻗﺪر وړ او ﻋﺰﺗﻤﻦ او ﻣﺤﺘﺮم وي -ﺧﻮ دَ دې ﻣﻄﻠﺐ دا ﻫﻴڅ ﻛﻠﻪ ﻧﻪ ..
ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دې دَ اّﺳﺮو ﭘﻪ ﺑﻨﻴﺎد ژوﻧﺪ ﺗﯧﺮوي -
دَ دې ﻧﻈﻢ ﻓﻨﻲ ﺟﻮړښﺖ دَ ﺧﭙﻠﻮ اﺳﺘﻌﺎرو ،ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺒﻮ او ﺟﺪﻳﺪو ﻣﺤﺎورو ﻟﻜﻪ " ﭘﻪ ﺟﻬﺎن ﻛﺎﻓﺮ
ﻣﺸﻬﻮره ﻛﯧﺪل" او ځﻴﻨﻮ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرو ﻟﻜﻪ " ﻧﻪ زه ﻫﻨﺪو او ﻧﻪ ﺗﻪ ﺑُﺖ دَ ﻛﺎڼﯥ" او " ﭘﻮﭼﺎﭘﺎټ او اﺷﻨﺎن
ﻛﻮل" ..ﭼﯥ ﻧﻈﻢ ﺗﻪ دَ ﻗﻴﺼﯥ رﻧګ او ﺗﻤﺜﻴﻠﻲ اﺷﻜﺎل ورﻛﻮي -او ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ دې ﺳﻮچ ﻛﻮﻟﻮ ﻣﺠﺒﻮره
ﻛﻮي ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې دﻟﻴﻞ دَ ﻓﻜﺮ ژوري اوﻟټﻮي-
دا دَ ﻳﻮﻟﺲ ﻟﻮﺋﻴﻮ او وړو ﻣﺼﺮﻋﻮ اّزاد ﻧﻈﻢ ..دراﺻﻞ دَ اووْ داﺳﯥ ﺑﺮاﺑﺮو ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻳﻮ ﭘﺎﺑﻨﺪ
ﻧﻈﻢ دى ،ﭼﯥ ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻳﯥ ځﺎن ﻛﯥ دﻧﻨﻪ ﻳﻮﻟﺲ ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻪ ﻟﺮي ..ﺗﺎﺳﻮ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻢ ﻟﻮﺳﺘﻠﻰ ﺷﺊ -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻐﻪ ﺷﺎﻋﺮ او ﻣﻔﻜﺮ دى ﭼﯥ ﻫﺮ څﻪ ﭘﻪ ﻧﯧﻐﻪ واﺋﻲ -او دا دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﻣﺸﻬﻮره ﺧﺒﺮه ده -
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﺧﭙﻞ ذات او اﻧﺪرون ﻧﻔﻲ داﺳﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺮ او ﻛﻤﺎل ﻛﻮي -ﭼﯥ دَ ذات ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ
ټﻮﻟﻨﻲ او اﻧﺴﺎن ﺑﺎﻧﺪې ګﻮﺗﻲ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮي -او دا وﺋﻴﻞ ﻏﻮاړي ﭼﯥ دَ ﻧﻦ اﻧﺴﺎن ﻫﺴﯥ دَ څﯧﺮې ﻧﻪ اﻧﺴﺎن
ښﻜﺎري -ګﻨﯥ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ اﻧﺪرون ﻛﯥ څﻪ ﺑﻞ څﻪ دى -ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﻗﻴﺼﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻳﻮه ورځ ﭘﻪ ﺧﻼﺳﻮ
ﺳﺘﺮګﻮﻳﻮ ﺳﻴﻮرې ﻳﺎ څﯧﺮه ګﻮري او دا ګڼﻲ ﭼﯥ دا څﯧﺮه ﻳﺎ ﺳﻴﻮرى ..ﺑﻞ ﻫﻴڅ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻫﻐﻪ اﺻﻞ ﻗﺎﺗﻞ دى -
څﻮك ﭼﯥ دَ ده دَ ﻗﺘﻞ ﭘﻪ ﻏﺮض ﺗﺮ ﻫﻐﻪ ﭘﻮري ځﺎن رﺳﻮي -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻫﻐﻪ راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻲ او ﭼﺎړه را اوﺑﺎﺳﻲ ..او ﭘﻪ
ﻫﻐﻪ ﺳړي ﺑﺎﻧﺪې دَ ﭼړې واروﻧﻪ اوﻛړي -او ﻏﻮاړي ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﻗﺎﺗﻞ ځﻴګﺮ ﻧﻮر ﻧﻮر او څﻴﺮي ..ﺧﻮ اّﺧﺮ دا ﭘﺘﻪ
دا اوﻟګﻲ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻗﺎﺗﻞ ګﻮزاروﻧﻪ ﻧﻪ ﻛﻮل ﺑﻠﻜﻪ ده ﭘﻪ ﻫﻐﯥ اّﺋﻴﻨﯥ ﺑﺎﻧﺪې ﭼﺎړې ورﺳﻤﯥ ﻛړي وې ..ﭼﯥ ﭘﻪ
ﻛﻮم ﻛﯥ دَ دې ﺷﺎﻋﺮ ﺧﭙﻠﻪ څﯧﺮه ﻟﻴﺪى ﺷﻮه-
دَ دې ﻧﻈﻢ ﺗﻬﻴﻢ دوﻣﺮه ﻧﻮى او ﭘﻪ ﻋﺠﻴﺒﻪ ﻓﻜﺮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺸﺘﻤﻞ دى ﭼﯥ ﻳﻮ ﻧﺎﭘﻮﻫﻪ ﻧﻘﺎد دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دې
ذاﺗﻲ ﺗﺨﻴﻼ ﺗﻲ ﻗﻴﺼﯥ ﺗﻪ دَ ﺣﻘﻴﻘﺖ رﻧګ ورﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ او دَ دې ﻗﻴﺼﯥ دَ وﺟﯥ ﻫﻐﻪ ﻧﻘﺎد ﻳﺎ دَ ﻧﻦ ړوﻧﺪ ﻣﻨﺼﻒ
وَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺗﻪ ﺑﺪﺳﻴﺮﺗﻪ ﻫﻢ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ دﻟﻴﻞ ﻛﯥ دا وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ ..ﭼﯥ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ
ﺧﭙﻠﯥ دې ﻗﻴﺼﯥ ﻛﯥ دَ ﺧﭙﻞ ذات ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ځﺎﻧﺘﻪ ځﻨﺎور واﺋﻲ ..ﻧﻮ ځﻜﻪ دﺋﻰ ځﻨﺎور دى -ﺧﻮ دﻏﻪ ﻓﻜﺮ ..ﭼﯥ
ﺑﻴﺎ ﻳﻮ ادب ﺷﻨﺎس ﻳﺎ دَ ﻧﻮي دور ﭘﻪ ځﻨﺎوري روﺋﻴﻮ او ﺣﺮﻛﺘﻮﻧﻮ ﺧﺒﺮ زﻣﺎﻧﻪ ﺷﻨﺎس ﻋﺎدل ﺗﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻏﻪ
ﺟﺮم ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻠﯥ ﺑﺎﻧﺪې ﺗﺼﺪﻳﻖ ﻛﻮي وړاﻧﺪي ﻛړﻟﻰ ﺷﻲ ..ﻧﻮ زﻣﺎ ﻳﻘﻴﻦ دى ﭼﯥ دې ﻟﯧﻮﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ
ﺗﻪ ﺑﻪ ﺑﺎﺿﻤﻴﺮه او ﺣﻖ ﭘﺮﺳﺖ اﻧﺴﺎن اوواﺋﻲ -
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ ګﺮﯦﻮان دَ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ﺗﻴګﻰ ﺗﻴګﻰ ګﻮري او دَ
ځﻨﺎوري اﻧﺴﺎن دَ " رول ﻣﺎډل" ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﻣﺜﺎﻟﻲ ﻛﺮدار ﻫﻐﻪ ﺗﻪ دَ رښﺘﻮﻧﻲ اﻧﺴﺎن داﺳﯥ څﯧﺮه ورﻛﻮي
ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو اﻋﺘﺒﺎر ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ -
دا دَ څﻮرﻟﺴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ اّزاد ﻧﻈﻢ ..دَ ﺗﻨﻘﻴﺪي ﺟﺎﺋﺰې اﻏﻴﺴﺘﻠﻮ ورﺳﺘﻪ ﺑﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﯥ دا اوﻣﻨﻲ ..ﭼﯥ
دَ اّزادو ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ دا ﻧﻈﻢ دراﺻﻞ دَ ﺗﺶ اووْ ﭘﺎﺑﻨﺪو ..ﺑﻠﻜﻪ ﺑﺎﻗﺎﻋﺪه ﻗﺎﻓﻴﻪ ﺑﻨﺪو ﻣﺼﺮﻋﻮ داﺳﯥ ﻧﻈﻢ دى ﭼﯥ
ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺷﭙﺎړس ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻪ ځﺎن ﻛﯥ راﻧﻐﺎړﻟﻲ ﻟﺮي ..ﻟﻜﻪ
دا ﺧﺒﺮه ﺑﻪ دَ دې ﻋﺼﺮ ﻟﻮ ﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﻫﻢ اوﻣﻨﻲ ..ﭼﯥ دَ ﺷﻠﻤﯥ ﺻﺪۍ ﺳﺎﺋﻨﺴﺪاﻧﺎﻧﻮ ﭼﯥ څﻨګﻪ ﭘﻪ وﻳﺎړ
ﻳﻮﻳﺸﺘﻤﻲ ﺻﺪۍ ﺗﻪ دَ ﺳﺎﺋﻨﺴﻲ اﻧﻘﻼﺑﺎﺗﻮ ﻻر ﭘﻪ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟۍ اوږدوﻟﻪ ..او دا ﻧﻮي ﺻﺪۍ ﻳﯥ دَ اﻧﺴﺎن دَ
ﻧﺎﻣﻤﻜﻨﻮ اّﺳﺎﺋﺸﻮﻧﻮ دَ ﭘﻮره ﻛﻮﻟﻮ ﺻﺪۍ ﻫﻢ ګڼﻠﻪ ..ﺧﻮ دَ دې ﺑﺮﻋﻜﺲ دَ ﻧړۍ زﻳﺎﺗﺮو ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ او ﻣﻔﻜﺮاﻧﻮ دې
ﻧﻮي ﺻﺪۍ ﺗﻪ دَ اﻧﺴﺎن او اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ ﭘﻪ ﺗﺎﺑﻮت ﻛﯥ دَ اّﺧﺮي ﻣﯧﺦ ټﻮﻣﺒﻠﻮ ﻧﻮم ورﻛﻮﻟﻮ -او ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ
اوﺷﻮﻟﻮ ..ﻳﻌﻨﯥ دَ ﺷﻠﻤﯥ ﺻﺪۍ ﺟﺪﻳﺪ ﺗﺮﻳﻦ او ښﺎﺋﺴﺘﻪ اﻧﺴﺎن ﻳﻮﺷﺘﻤﻲ ﺻﺪۍ ﺗﻪ داﺳﯥ ﭘﻪ ځﻨﺎوري روﺋﻴﻮ او
ﺧﻮﻳﻮﻧﻮ او ﺣﺮﻛﺘﻮﻧﻮ ور اوداﻧګﻠﻮ ﻟﻜﻪ ..دﻏﻪ ﺣﯧﻮاﻧﻴﺖ ﭼﯥ ﻫﻢ دَ اﻧﺴﺎن اﺻﻞ ﺷﯧﻮه او ﻛﺎر دى -ﭘﻪ دې وﺟﻪ
ﺧﻮ ځﻨﺎوراﻧﻮ ځﻨګﻠﻮﻧﻪ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﺮﯦښﻮدل او دَ ښﺎروﻧﻮ ﻛﻨټﺮول ﻳﯥ ﻻس ﺗﻪ ﻛﻮل ﺷﺮوع ﻛړو -ځﻜﻪ ﺧﻮ
ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ دې ځﻨﺎوري ﻛﺎر او روزګﺎر ﻛﯥ دَ ﻫﻴﭽﺎ ﻧﻪ ﺷﺎﺗﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﻧﻪ ﺷﻮ ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ وﻳﻨﻮ څﻜﻠﻮ راڅﻜﻠﻮ ﻛﯥ
ښﻪ ﻣﯧړﻧﻲ دﯦﻮان ﻳﺎد ﺷﻮل -
ﭘﻪ ﻛﺎل 2001ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دا ﻧﻈﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻟﺨﻮا دَ ﻳﻮﻳﺸﺘﻤﯥ ﺻﺪۍ ﭘﻪ راﺗﻠﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ رﻳﻜﺎرډ
راﻏﻠﻰ ﻫﻐﻪ ړوﻣﺒﻰ ﻧﻈﻢ وو ..ﭼﯥ ﻧﻦ دَ ﻳﻮ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﭘﻪ رﻧګ ځﻤﻮﻧږ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﭘﺮوت دى -او ﺑﻞ دا ﺧﺒﺮه ﻏﻮر ﻃﻠﺒﻪ
ﻫﻢ ده ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﻮم اﻧﺪاز ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﻳﻮﻳﺸﺘﻤﻪ ﺻﺪۍ ﻏﻨﺪﻟﯥ ده ..ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ دَ ده ﭘﻪ ﺷﻌﺮي ﻳﺎ ﻧﺜﺮي رﻳﻜﺎرډ
ﻛﯥ دَ ﺷﻠﻤﯥ ﺻﺪۍ ﭘﻪ اړه ﻫﻢ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ رﻳﻜﺎرډ ﻧﻪ دى راﻏﻠﻰ ﭼﯥ دﺋﻰ ﺗﺮې ﻣﻄﻤﺌﻴﻦ ښﻜﺎره ﺷﻮى وي -
ﻳﻌﻨﯥ دا ﺷﺎﻋﺮ دَ ﺳﺎﺋﻨﺴﻲ ﺗﺮﻗۍ ﺗﺮﺷﺎ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺧﻮﻧﻲ ﺟﻨګ وﻳﻨﻲ ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﯥ ﺑﻪ اﻧﺴﺎﻧﺎن دَ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺳﺮه دَ
وﻳﻨﻮ ﻟﻮﺑﻪ ﻛﻮي -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﭘﻪ ﻛﻮﺋټﯥ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻛﺎل 1991ﻳﺎ 92ﻛﯥ ..ﭼﯥ ﻣﺎ ﭘﻪ ړوﻣﺒﻲ ځﻞ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺳﺮه ﭘﻪ
ﻣﻼﻗﺎت ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ اﻣﻦ دَ ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ ﺧﺒﺮو اورﯦﺪﻟﻮ ﭘﺲ ﭼﯥ ﻛﻠﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﻧﻪ دا ﺗﭙﻮس اوﻛړو ،ﻳﻌﻨﯥ
دا ﺧﺒﺮه څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﻣﺎ ﻫﺴﯥ ﻳﻮ ﻓﻠﻤﻲ ډاﺋﻴﻼګ اوګڼﻠﻮ ..ﺧﻮ دﻏﻪ ډاﺋﻴﻼګ ..ﺗﺶ ډاﺋﻴﻼګ
ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻐﻪ ﺗﻬﻴﻢ وو ..ﭼﯥ ﻟﺲ ﻛﺎﻟﻪ ﭘﺲ دَ ﻳﻮوﻳﺸﺘﻤﯥ ﭘﯧړۍ ﭘﻪ اّﻏﺎز ﻛﯥ دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ
داﺳﯥ ﻧﻈﻢ ﺷﻮ -ﭼﯥ ﻧﻦ ورﺗﻪ ﻣﻮﻧږ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻫﻢ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ -ځﻜﻪ ﭼﯥ ﭘښﺘﻨﻮ واﻗﻌﻲ ﻫﻢ دې ﻧﻮي ﺻﺪۍ
ﺗﻪ دَ ﻟﯧﻮاﻧﻮ ﭘﻪ ﺑڼﻮ ﻛﯥ دَ رڼﺎ ﭘﻪ ﺿﺪ داﻧګﻠﻲ دي ..ﻟﻜﻪ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﭼﻲ ﻳﯥ دَ دې ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ورﺳﺘﺌﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ
ﻛﯥ وﺿﺎﺣﺖ ﻛﻮي -
دا ﭘﻮرﺗﻨﻰ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ دى ﺧﻮ اّزاد ..ﻻﻛﻦ دا څﻮرﻟﺲ وړې او اوږدې ﻣﺼﺮﻋﯥ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ اﺗﻬﻮ داﺳﯥ
ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﺗﻘﺴﻴﻢ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻮ ﻛﯥ اّﻫﻨګ ،ﻟﻰ او ﻣﻮﺳﻴﻘﻴﺖ ﻣﻮﺟﻮد ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -ﻳﻌﻨﯥ ړوﻣﺒۍ
دوې ﻣﺼﺮﻋﯥ دَ ﭘﻨځﻠﺲ ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻮ او ﻧﻮرې ﺷﭙږ ﻣﺼﺮﻋﯥ ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﺗﺮﺗﻴﺐ ﻛړﻟﻰ ﺷﻲ ﻧﻮ دَ دې ﭘﻮرﺗﻨﻲ
ﻧﻈﻢ ﺷﻜﻞ ﺑﻪ داﺳﯥ ﭘﺎﺑﻨﺪي اوﻣﻮﻧﺪي ..ﻟﻜﻪ
٢٩ـ ـ ﻣﺠﺮم
زه ﭼﯥ ګﻮرﻣﻪ
ﻫﺮ ﻟﻮري
راﭼﺎﭘﯧﺮ دي دﯦﻮاﻟﻮﻧﻪ
درﻳﺎﺑﻮﻧﻪ
ﻫﺴﻚ ﻫﺴﻚ ﻏﺮوﻧﻪ
او ﻳﺎ ﻏﻢ او وﺳﻮﺳﯥ دي
ﭼﯥ زﻣﺎ ﭘﻪ ﺧﻮا و ﺷﺎ ﻛﯥ
اﺗڼﻮﻧﻪ ﻛﻮي ..ﻏﻮرځﻲ
داﺋﺮو ﻏﻮﻧﺪې راﺗﺮځﻲ ،
ﺧﻮ ،ﺳﺮﺑﯧﺮه ﻻ دَ دې ﻫﻢ
ﭘﻪ ﻗﺼﻮر دَ ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ زه
ﻧﻴﻮل ﺷﻮى ﻳﻢ
ﻣﺠﺮم ﻳﻢ
) ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې ..ﻣﺦ ( 220 -
دا ﻧﻈﻢ ﻫﻢ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ،دَ ﻧﻦ دَ ﺣﺎﻻﺗﻮ ،دَ اﻧﺴﺎن دَ ﺑﯥ وﺳۍ ..ﺑﯥ ﻛﺴۍ اوﺗﻨﻬﺎﺋﻲ ﭘﻪ ﺗﻨﺎﻇﺮ
ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ دى -او دا ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻫﻢ دى ﭼﯥ دَ ﻧﻦ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮوﻫﻤﻮﻧﻮ ،ﻓﻜﺮوﻧﻮ ،ﻃﺒﻘﺎﺗﻲ ﻛﺸﻤﻜﺶ،
ﻧﻔﺴﻴﺎﺗﻲ رﻧځﻮﻧﻮ ،اﻗﺘﺼﺎدي ﻧﺎﻫﻤﻮارﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ وﻟﻘﻪ ﻛﯥ راګﯧﺮ دى -او ﻫﻐﻪ ﻫﻢ دَ ﻳﻮ داﺳﯥ رواﺋﺘﻲ او ﺷﺨﺼﻲ
ﻧﻈﺎم دﻻ ﻧﺪې ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﻛﯥ ﻫډو اﻧﺴﺎن ﻧﻪ ښﻜﺎري -ﻧﻮ ﺑﻴﺎ دَ اﻧﺴﺎن دَ اّزادۍ او ﺧﻮدﻣﺨﺘﺎرۍ ﻗﻴﺼﻪ دَ
ﻛﻮم ځﺎى ﻧﻪ ﺷﺮوع ﻛﯧږي؟
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﻧﻈﻢ ﻛﻪ ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺳﻲ او ﺳﻤﺎﺟﻲ ﺣﻮاﻟﻪ اوګﻮرو ..ﻧﻮ دَ دې دور او دَ دې ﻫﯧﻮاد ﭼﯥ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﯥ ﻳﻮ ﻏړى دى ..ﺑﺎﻧﺪې ﻳﻮ ﺗﻨﻘﻴﺪ ﻫﻢ دى -داﺳﯥ ﺗﻨﻘﻴﺪ ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻧﻮوْ ﻧﻮوْ ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺒﻮ او
اﺳﺘﻌﺎرو او اﺷﺎرو ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻌﻨﯥ ﻧﻮري ﻧﻮري ﭘﺮاﺧﻮي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ دﻏﻪ ﻟﻔﻈﻲ ﺟﻮړښﺖ ﺧﻮ
دى ..ﭼﯥ ﻧﻈﻢ ﺗﻪ دَ ﺷﻌﺮﻳﺖ ﻧﻪ ﻋﻼوه دَ ﻳﻮې ﺳﻴﺎﺳﯥ اﻟﻤﻴﯥ رﻧګ ﻫﻢ ﺳﭙﺎري -دﻏﻪ ﺗړون دَ ﻟﻔﻈﻮﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ
داﺳﯥ ﺟﺪﻳﺪې ﻣﺤﺎورې ﻫﻢ ﻣﺨﻲ ﺗﻪ راوړي -ﻟﻜﻪ "..دﯦﻮاﻟﻮﻧﻪ راﭼﺎﯦﺮﯦﺪل" " ،درﻳﺎﺑﻮﻧﻪ ﭼﺎﭘﯧﺮﯦﺪل" " ،
ﻏﺮوﻧﻪ ﭼﺎﭘﯧﺮﯦﺪل" " ،دَ ﻏﻢ او وﺳﻮﺳﻮ اﺗڼﻮﻧﻪ" " ،داﺋﺮو ﻏﻮﻧﺪي ﺗﺮځﯧﺪل" او " ﭘﻪ ﻗﺼﻮر دَ ﺧﭙﻠﻮاﻛۍ ﻣﺠﺮم
ﻛﯧﺪل" ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﻌﻨﻮي اﻋﺘﺒﺎر ﻓﻜﺮ ﺗﻪ وﺳﻌﺖ ورﺳﭙﺎري -
دا ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻓﻜﺮي ﻟﺤﺎظ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ژورﺗﻴﺎ ﻟﺮي ..ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ ذوﻣﻌﻨﯥ اﺷﺎرې دَ دې ﻧﻈﻢ اّﻓﺎﻗﻴﺖ ﭘﻪ
ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرو ﻛﯥ ﺑﺮﻗﺮار ﺳﺎﺗﻲ -څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ ﻟږ اﺑﻬﺎم ﻟﺮي ..ﺧﻮ ﻳﻮ ﻟﻮﺳﺘﻠﻰ ﻗﺎري ﺗﺮﯦﻨﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﻣﻄﻠﺐ ﻣﻌﻨﯥ
اﻏﻴﺴﺘﻠﻰ ﺷﻲ -ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﺗﻮګﻪ دا څﻮرﻟﺲ ﻣﺼﺮﻋﻴﺰ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ښﻜﺎري ﺧﻮ اّزاد ..ﻻﻛﻦ اّزاد ﻧﻪ دى -ﺑﻠﻜﻪ دا ﻧﻈﻢ
ﭘﻪ ﭘﻨځﻮ داﺳﯥ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻫﻢ ﭘﻪ ﺷﭙﺎړس ﺷﭙﺎړس ﺑﺮاﺑﺮو ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺗﻘﺴﻴﻤﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ورﺗﻪ ﺑﻨﺪه
ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻳﺎ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ -ﺗﺎﺳﻮ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻢ اوﻟﻮﻟﺊ -
ﻫﺴﯥ ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺧﭙﻞ ځﺎن دَ ﻫﺮ ﻗﺴﻢ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻓﺮﻗﻮ او ﺗﻔﺮﻳﻘﺎﺗﻮ ﻧﺎ ﺑﺎﻻﺗﺮ ﻳﻮ اﻧﺴﺎن ګڼﻠﻲ -ﻫﻢ ځﻜﻪ
ﺧﻮ ﻫﻐﻪ دَ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ رﻧګﻪ دَ اﻧﺴﺎن ﺧﺒﺮه ﻛﻮي -ﺧﻮ دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ..ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﭘﯧﺮس
) ﻓﺮاﻧﺲ ( ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ دى ..ﻛﯥ داﺳﯥ څﺮګﻨﺪﯦږي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻧﻪ ﻳﻮاځﻲ ﻫﺮ اړﺧﻴﺰه اﻧﺴﺎن دى ﺑﻠﻜﻪ ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﺧﻮ دَ
وﺧﺖ او زﻣﺎﻧﯥ دَ ﻗﻴﺪ ﻧﻪ ﻫﻢ ځﺎن اّزاد ګڼﻲ -ﻫﻐﻪ ﻳﻘﻴﻦ ﻟﺮي ﭼﯥ وﺧﺘﻮﻧﻪ اﻧﺴﺎن ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ اﻧﺴﺎن وﺧﺘﻮﻧﻪ ﺧﭙﻞ
ﺷﺎﺗﻪ ﭘﺮﯦږدي -څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ داﺳﯥ ﭘﻪ ﻇﺎﻫﺮه ﻣﻤﻜﻦ ﺧﻮ ﻧﻪ دي ...ﺧﻮ دَ ده ﭘﻪ ﺧﺒﺮي ﻛﯥ ﻳﻮ دﻟﻴﻞ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ ﺣﻘﻴﻘﻲ
ﺑڼﻪ اوزﯦږوي ..ﭼﯥ ﻛﻠﻪ دﺋﻰ دَ ﻣﻮﻧﺎﻟﻴﺰا دَ ﻫﻐﻪ اورﻳﺠﻨﻞ ﺗﺼﻮﻳﺮ ﭘﻪ وړاﻧﺪي وﻻړ دى ..ﭼﯥ درې ﻧﻴﻢ ﻳﺎ څﻠﻮر
ﺳﻮه ﻛﺎﻟﻪ اّګﺎﻫﻮ ﭘﻪ ﻓﺮاﻧﺲ ﻛﯥ ﻟﺌﻴﻮ ﻧﺎرډو ﻧﻮﻣﻲ ﻳﻮ اّرټﺴټ ﺟﻮړ ﻛړى وو-
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻣﻮﻧﺎﻟﻴﺰا ﻧﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ ﻛﻮي او واﺋﻲ ..ﭼﺮﺗﻪ دﻏﻪ ﺧﻮ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﺟﻴﻨۍ ﻧﻪ
ده ..ﭼﯥ ده ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﻮﺑﻮﻧﻮ او ﺧﻴﺎﻟﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻫﺮ وﺧﺖ راځﻲ ؟ ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻓﺮﯦﻢ ﻛﯥ ﺑﻨﺪه ﻣﻮﻧﺎﻟﻴﺰا ﻫﻴڅ
ځﻮاب ﻧﻪ ورﻛﻮي او ﭼﭙﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﺧﺎﻣﻮش ﻓﻄﺮت دَ وﺟﯥ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻲ ..ﻧﻮ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ورﺗﻪ ښﻪ ﭘﻪ ﻧﯧﻐﻪ ﻛﺘﻠﻮ
ﭘﺲ دا ﺧﻴﺎل زړه ﻛﯥ راوړي ﭼﯥ ﺧﺎﻣﻮﺷﻲ ﻧﻴﻢ اﻗﺮار دى ..او ﻳﺎ ﻛﯧﺪى ﺷﻲ ..ﻫﻢ دﺋﻰ ﺧﭙﻠﻪ دَ دې ﺷﺎﻫﻜﺎر
ﺗﺼﻮﻳﺮ ﻣﺼﻮر ﻟﺌﻴﻮﻧﺎرډو وي ..ﭼﯥ ﻗﺴﻤﺖ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ دَ ﻫﻐﯥ ﺳﺮه ﻣﻼوْ ﻛړى وي -ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﭼﯥ دَ ﻣﻮﻧﺎﻟﻴﺰا وَ
ﻏﺎوري ﻣﻮﺳﻜﺎ ﺗﻪ ځﻴﺮ ﺷﻲ ..ﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﺎت زړه دَ ﻫﻐﯥ ﺳﺮه ﺧﭙﻞ ﻣﻼﻗﺎت ﻳﻮه اﻟﻤﻴﻪ اوګﻨﻲ او داﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮس
ﻛړي ﻟﻜﻪ دﺋﻰ ﭼﯥ څﻮ څﻮ ځﻠﻪ دې دُﻧﻴﺎ ﺗﻪ راﻏﻠﻰ وي ..ﺧﻮ ﻣﻮﻧﺎ ﻟﻴﺰا دﺋﻰ ﭘﻪ دې ﻧﻪ ﭘﯧﮋﻧﻲ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﯥ رﻧګ ،
ﺷﻜﻞ او ﻣﻮﺳﻜﺎ ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ زړَه او دَ وﺧﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻗﻴﺪ ﻛﯥ ﺑﻨﺪﻳﻮاﻧﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮي وي -ﻫﻢ ځﻜﻪ دﺋﻰ ﺧﭙﻠﯥ
ﻣﻮﻧﺎﻟﻴﺰا ﺗﻪ دَ ﻳﻮ ﻋﺎم ﺳﯧﻼﻧﻲ ﭘﻪ رﻧګﻪ دَ ﻣﺤﺮوﻣۍ دَ ﻳﻮ ﺳﺘړي اﺣﺴﺎس ﺳﺮه وﻻړ او ﻳﻮه داﺳﯥ ﻗﻠﺒﻲ او
روﺣﺎﻧﻲ رﺷﺘﻪ ﺟﻮړوﻟﻮ ﻛﯥ ﺟﻮګﻪ ښﻜﺎري ﭼﯥ ﻫﻐﻪ اﺟﻨﺒﻲ ﻣﻮﻧﺎ ﻟﻴﺰا ﭘﻪ ډﯦﺮو ﺣﻮاﻟﻮ ﺧﭙﻠﻮل ﻏﻮاړي-
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻣﻮدو ﻣﻮدو ﺗﻼش ﻫﻐﻪ ﭘﯧﻜﺮ دَ ﻣﻮﻧﺎﻟﻴﺰا ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ځﺮګﻨﺪﯦﺪل دَ ﻫﻐﻪ
دَ اّﺋﻴډﻳﻞ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻓﻜﺮي دﻟﻴﻞ دى ..ﭼﯥ ﻧﻘﺎدان دَ ﺷﻮق ﺷﺨﺼﻴﺖ ﭘﻪ دې ﻫﻨﺮي ﻛﻤﺎل ﻛﯥ ﻟټﻮﻟﻰ ﺷﻲ -ﭼﻮﻧﻜﻪ
ﻣﻮﻧﺎﻟﻴﺰا ﻳﻮ اّرټﺴټ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻻس ﺟﻮړه ﻛړي ﻟﻴﻼ ده ..ﻧﻮ ځﻜﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻟﺨﻮا ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ دَ ﻳﻮ ﻟﻔﻈﻲ
ﺗﺨﻠﻴﻖ ﻛﺎر ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﺗﺼﻮﻳﺮي ﺟﻴﻨۍ ﺑﺎﻧﺪې دﻋﻮه ..دَ اّرټ ﺳﺘﺎﺋﻴﻨﻪ او ﭘﻪ اّرټ ﻛﯥ ﺟﻤﺎﻟﻴﺎت ﻟټﻮل دي -ﺧﺒﺮه
ﻳﯥ ﺳﺎده ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻛړي ده ﺧﻮ دَ وﺧﺖ دَ ﻗﯧﺪ ﻧﻪ اّزادي دَ دې ﺷﺎﻋﺮ ﻫﻐﻪ ﻫﻨﺮي او ﻓﻜﺮي ﻛﻤﺎل دى ..ﭼﯥ
ﻫﻐﻪ ﭘﺮې ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻰ ﺷﻲ-
دا اّزاد ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﺘﺎب ﻛﯥ ﭘﻪ څﻮرﻟﺲ وړو او اوږدو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﺗړﻟﻰ ښﻜﺎري ..ﺧﻮ ﻟﻪ اﺻﻠﻪ دﻏﻪ
ﻧﻈﻢ ﭘﻪ اوو داﺳﯥ اوږدو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻣﺸﺘﻤﻞ دى ﭼﯥ ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻳﯥ ﺷﭙﺎړس ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻪ ﻟﺮي او دې ﺗﻪ ﻳﻮ ﭘﺎﺑﻨﺪ
ﻳﺎ ښﻪ ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ ﻫﻢ ورﺗﻪ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ -راځﺊ ،ﭼﻲ اوګﻮرو ..داﺳﯥ ﻫﻢ دى ﻛﻪ ﻧﻪ-
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻣﻴﻨﻲ ﻋﻜﺎﺳﯥ او اﻧځﻮرګﺮي ﻛړي ده ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘښﺘﻨﻪ ﻣﻴﻨﻪ
ده -وﻟﯥ ﭼﯥ ﭘښﺘﻨﯥ ﭘﯧﻐﻠﯥ ﺣﻴﺎﻧﺎﻛﯥ ﻣﺸﻬﻮري دي -ﻫﻐﻮئ ..څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ ﻳﻮ ﭼﺎ ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﻛﻮي ﺧﻮ دَ ﻣﻴﻨﻲ
اﻇﻬﺎر ﻳﯥ ﺧﻠﯥ ﻧﻪ اورﯦﺪى ﻧﻪ ﺷﻲ -ﻫﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻫﻐﯥ ﭘښﺘﻨﯥ ﭘﯧﻐﻠﻲ دَ ﺳﺘﺮ او ﺣﻴﺎ ﻗﻴﺼﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ
ﭘﻪ ﻫﻨﺮي او ﺷﻌﺮي ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ﻛړى دى ..او ﭘﻪ دﻏﻪ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺼﻮﻳﺮ ﻛﺸﻲ داﺳﯥ ﻛړي ده ﻟﻜﻪ ﺑﻨﺪه
ﭼﯥ ﻳﻮ ﻓﻠﻤﻲ ﺳﻴﻦ ګﻮري -ﻫﻢ دﻏﻪ وﺟﻪ ده ..ﭼﯥ ﻳﻮ ښﻪ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﻟﻔﻈﻮﻧﻮ اﻧځﻮرګﺮ ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻲ -ﭘﻪ دې اړه اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق دَ ﻫﻴﭽﺎ ﻧﻪ ﻛﻢ ﻣﺼﻮر ﻧﻪ دى -دَ ﻫﻐﻪ ﺗﺼﻮﻳﺮوﻧﻪ ﺧﺒﺮه ﻛﻮي ..ﻫﻐﻪ ﻛﺎڼﻮ ﺗﻪ ژﺑﯥ او ﻟﻔﻈﻮﻧﻮ ﺗﻪ څﯧﺮې ورﻛﻮﻟﻮ
ﻛﯥ ﻣﻬﺎرت ﻟﺮي -
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻣﻮﻧږ دا ﻳﻮ څﻮ ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﻟﻜﻪ " دَ ﻻس ورﻏﻮي ګﻴﺮول" " ،دَ ﻻس دَ ورﻏﻮي
ﻛﺮښﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻧﯧﻐﻪ ﻛﺘﻞ" " ،دَ ﻻس ﻛﺮښﻲ وراﻧﻮل" " ،ﺗﺮ ﻣﻄﻠﺒﻪ رﺳﯧﺪل" او " دَ زړه ﭘټ ﻃﻠﺐ ﺗﻪ رﺳﯧﺪل"
داﺳﯥ ﻣﺤﺎورې ګڼﻠﻰ ﺷﻮ ..ﭼﯥ دَ ﭘښﺘﻮ ﻟﻤﻦ ﭘﺮې ﭘﺮاﺧﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ -دَ ﺷﺎﻋﺮ دﻏﻪ ﺷﻌﺮي ادا زﻣﺎ ﺧﻮښﻪ ده ..ﭼﯥ
ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﺮ ﺗﺨﻠﻴﻖ ﻛﯥ ځﻴﻨﯥ داﺳﯥ ﻧﻮي ﺗﻮري ،ﻣﺤﺎورې او ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﺗړي ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﺗﺠﺮﻳﺪﻳﺖ
ﺑﺎوﺟﻮد ﻫﻢ ﭘښﺘﻨﻲ ﻣﺰاج ﺳﺮه اّﻣﯧﺰش ﻛﻮي -او ﺑﻞ دا ..ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﺳﺎدګﻲ دَ ﻫﻐﻪ ﻓﻜﺮي
اﺑﻬﺎم ګڼﻠﻰ ﺷﻲ -ﺧﻮ دﻏﻪ اﺑﻬﺎم ﻣﺤﺎوراﺗﻲ اﺑﻬﺎم دى ..ﭼﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﺗﻪ دَ ﺳﻮچ ﻻري ﭘﺮاﻧﺴﺘﻲ -
دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﻫﺴﯥ ﺧﻮ ﭘﻪ ﺷﭙﺎړس ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪي ﻣﺸﺘﻤﻞ دى -ﻻﻛﻦ ورﺗﻪ اّزاد ﻧﻈﻢ ځﻜﻪ ﻧﺸﻮ وﺋﻴﻠﻰ ..
ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻛﯥ اّﻫﻨګ او ﻣﻮﺳﻴﻘﻴﺖ ﺑﺎﻗﺎﻋﺪه ﺗﺮ ﻧﻈﺮ ﻻﻧﺪې ﺳﺎﺗﻠﻰ ﺷﻮى دى -او دا ﻧﻈﻢ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ اوو ..ﺷﭙﺎړس
ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﺑﺮاﺑﺮو ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ داﺳﯥ اړوﻟﻰ ﺷﻮ ..ﻟﻜﻪ
دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺷﺎﻋﺮ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﺧﭙﻞ ځﺎن څﺮګﻨﺪوي ..ﺑﻠﻜﻪ دَ
ﺗﻬﺎﺋﻲ ﻟﯧﻨډ دَ ﭘﺘﺎﻳﺎ ﺑﻴﭻ ﻧﻮﻣﯥ ځﺎى ﭘﻪ اړه ﻳﻮه ﺧﭙﻠﻪ داﺳﯥ ﻗﻴﺼﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﻣﺨﻲ ﺗﻪ ږدي ﭼﯥ ..ﻫﻐﻮئ ﺗﺮﯦﻨﻪ
دَ ﺗﻬﺎﺋﻲ ﻛﻠﺘﻮري ﻛﻤﺰورۍ ﻳﺎ دَ ﺗﻬﺎﺋﻴﺎﻧﻮ دَ وﺟﻮدوﻧﻮ ﭘﻪ ﺳﻮدا ﻣﺎده ﭘﺮﺳﺘۍ ﺗﺮ ﺣﺪه ﻏﯧﺮ ﻓﻄﺮي روﺋﻴﻮ ﺗﻪ
ګﻮﺗﯥ ﻧﻴﻮﻟﻰ ﺷﻲ -ﭘﻪ ﺗﻬﺎﺋﻲ ﻛﻠﭽﺮ ﻛﯥ دَ اژدﻫﺎ ﺗﺼﻮر ﻳﻮ ﻣﻘﺪﺳﻪ زﯦﺮى ګڼﻠﻰ ﺷﻲ -ﺧﻮ دﻏﻪ اژدﻫﺎ ځﻤﻮﻧږ ﭘﻪ
ذﻫﻨﻮﻧﻮ ﻛﯥ دَ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺗﺒﺎﻫۍ ﻧﺨښﻪ راﭘﻴﺪا ﻛﻮي ..ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ورﻧﻪ ﻧﻔﺮت ﻳﺎ ﻛﺮﻛﻪ ﻛﻮوْ -او اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻢ دَ
دې ﭘښﺘﻨﻲ ﻳﺎ ﻣﺸﺮﻗﻲ ﺳﻮچ دَ ﻣﺨﯥ دَ " ﻳﻮﭘﺎ" ﺳﺮه ﭘﻪ ﻳﻮه ﺑﻨﺪه ﻛﻮټﻪ ﻛﯥ ځﺎن ﺗﺼﻮﻳﺮ ﻛﻮي -ﺧﻮ څﻮﻣﺮه ﭼﯥ دَ
ﻫﻐﯥ ﺗﻬﺎﺋﻲ ﭘﯧﻐﻠﯥ دَ ﻃﺮف ﻧﻪ ﺧﻮاﻫﺸﺎت راﺑﺮﺳﯧﺮه ﻛﯧږي ..ﻫﻐﺴﯥ ﺷﺎﻋﺮ ورﻧﻪ وﯦﺮﯦږي او ﺗښﺘﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ دَ
ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﻳﻮ ﺧﻄﺮه ده ..او ﻫﻐﻪ ﺧﻄﺮه ..دَ دې ﻫﯧﻮاد ﺳﺮه ﺗړﻟﻲ ﻟﻌﻨﺘﻲ او وﺑﺎﻫﻲ اﻣﺮاض دي ..ﭼﯥ ﺷﻮق
ﺻﺎﺣﺐ دَ ﻫﻐﯥ ﭘﯧﻐﻠﯥ ﻧﻪ ﺗښﺘﯧﺪل ﻏﻮاړي -
دا ﻧﻈﻢ ﻳﻮ ﺗﻤﺜﻴﻠﻲ ﺷﻜﻞ ﻟﺮي ..او ﻫﻴڅ ﻗﺴﻢ ﭘﯧﭽﺪګﻲ ﻧﻪ ﻟﺮي او ﻧﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ ﺧﺒﺮو ﺟﻮړښﺖ ﺗﺠﺮﻳﺪﻳﺖ
ﻟﺮي -ﻻﻛﻦ ﭘﻪ دې ﺳﺎده ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺗﻬﺎﺋﻲ ﻟﯧﻨډ ﺑﯥ ﻟګﺎﻣﻪ اّزادي ،دَ ښځﻮ ﺑﯥ راه روي او دَ ﻫﻐﻪ
ﻫﯧﻮاد دَ ﺧﻠﻘﻮ ﻏﻼﻣﺎﻧﻪ ذﻫﻨﻴﺖ او ﻏﯧﺮ ﻓﻄﺮي ﺧﻮاﻫﺸﺎت ډﯦﺮ ﭘﻪ ﺷﻌﺮﻳﺖ ﻛﯥ ﻏﻨﺪﻟﻲ دي -ﻛﻮم ﭼﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ
ﺗﻪ دَ ﺷﻌﺮي ﺧﻮﻧﺪ او ښﺎﻳﺴﺖ ﻋﻼوه ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﻳﻮ ﺳﺒﻖ ﻫﻢ ورﻛﻮي -دَ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﻣﺸﺎﻫﺪو ﻛﯥ دﻏﻪ
ﻣﺸﺎﻫﺪه ..څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ ﻣﻘﺼﺪﻳﺖ ﻟﺮي ﺧﻮ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ دَ ﻧﻘﺎداﻧﻮ دَ ﻗﻠﻤﻮﻧﻮ څُﻮﻛﯥ ﭘﺮې اوﻏږﯦږي ..ﻳﺎ
اوﭘﺴﺨﯧږي -وﻟﯥ ﭼﯥ دَ ﻧﻦ ﭘﻪ ﺗﻨﻘﻴﺪي ﻋﺪل ﻛﯥ دَ ګﻨﺎه ﻳﺎ ﺧﻄﺎ ﺗﻮرى ﻫﻢ دَ ﺧﻠﯥ ﻧﻪ اﻳﺴﺘﻞ ﻳﺎ ﻟﻴﻜﻞ ګﻨﺎه او
ﺧﻄﺎ ګڼﻠﻰ ﺷﻲ -ﻧﻮ ځﻜﻪ دا ﺷﺎﻋﺮ ﭼﯥ ..ﻫﻴڅ ﻳﻮه اﺧﻼﻗﻲ ﺧﻄﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻧﻪ ده ﻛړي ..ﺧﻮ دا دَ ښځﻲ ﻧﻪ
ﺗښﺘﯧﺪل ﻫﻢ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ دَ ﻧﻨګ او ﻏﯧﺮت ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﻧﻨﻨﻰ ﭘښﺘﻨﻲ ﺟﺮم اوګڼﻠﻰ ﺷﻲ -
ﭘﻪ ﻓﻨﻲ او ﺗﻜﻨﻴﻜﻲ ﻟﺤﺎظ دﻏﻪ ﺳﺎده ﻧﻈﻢ ځﺎن ﻛﯥ ﺑﻼ ډﯦﺮي ﺟﺪﻳﺪي ﻣﺤﺎوري دَ ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮاﻛﻴﺒﻮ او
ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرو ﭘﻪ ﻣﻌﻨﻮي ﻏﺮض راﻧﻐﺎړﻟﻲ ﺷﻮي دي -ﻛﻮﻣﯥ ﭼﯥ دَ ﭘښﺘﻮ ﭘﻪ ﻓﺎﺋﺪې ﺗﻤﺎﻣﯧږي -ﻟﻜﻪ "..زړه ﺗﻪ
ﻻره ﻛﻮل" " ،ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ ﻣﯧښﺘﻪ ﻛﯧﺪل" " ،ورڅﻜﯧﺪل" " ،ﺧﻮﻟﯥ راﻣﺎﺗﯧﺪل" " ،ﭘښﯥ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى
اوﭼﯧﺪل" " ،ﭘﻪ وﺟﻮد ﻛﯥ ﻣﺎﺗﯧﺪل راﻣﺎﺗﯧﺪل" "،ﺷﺎﺗﻪ دَ ﺧﻮﻧﻲ ور ﺑﻨﺪﯦﺪل" " ،دواړه اړﺧﻪ دﯦﻮاﻟﻮﻧﻪ درﯦﺪل"
" ،ﭘﻪ ﺧﻠﯥ ﻛﯥ دَ ﻏﺎښﻮﻧﻮ ﭘﻪ ځﺎى ﺳﻜﺮوټﯥ ﻛﻮﻛﯧﺪل" او " ﻟﻪ ﭘﻮزي اوروﻧﻪ ﻏﻮرځﻮل" -
ﭘﻪ ﺗﻬﺎﺋﻲ ﻟﯧﻨډ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دا ﭘﻮرﺗﻨﻰ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻧﻮﻟﺲ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺸﺘﻤﻞ دى ..ﺧﻮ اّزاد
ﻧﻈﻢ ﻧﻪ دى -وﻟﯥ ﭼﯥ دَ دې ﻧﻈﻢ ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﭘﻪ اﺗﻬﻪ ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې اده ﻟﺮي او دا ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ دى -
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛﻪ ﻳﻮ ﻃﺮف ﺗﻪ ځﺎن دَ ﺟﻨﻮن ﺗﺮ ﺣﺪه ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻲ ﻣﻴﻨﻲ ﻛﯥ ﻣﺠﻨﻮن څﺮګﻨﺪوي ..
او دَ ﭘﯧﺮي ﭘﻪ ﺷﺎن ﺳﺘړﻳﺎ ﺗﻪ ..ﺳﺘړﻳﺎ ﻧﻪ واﺋﻲ او ﻫﺮ وﺧﺖ دَ ﺧﭙﻞ اﺷﻨﺎ ﭘﻪ ﻟټﻮن ﻛﯥ ګﺮځﻲ ..ﻧﻮ ﺑﻞ ﻃﺮﻓﺘﻪ دﻏﻪ
ﭘﯧﺮى او ﻣﺠﻨﻮن ﺧﭙﻞ ځﺎن اﻧﺴﺎن ﻫﻢ ګڼﻲ اوﻏﻮاړي ﭼﯥ ..دَ ﻧﻮي ﺳﻔﺮ دَ ﺟﺎري ﺳﺎﺗﻠﻮ دَ ﻣﺨﻪ ﻟږه ﺳﺘړﻳﺎ ﭘﻪ ﻳﺦ
ﺳﻴﻮري ﻛﯥ دَ ﻳﻮ داﺳﯥ ګڼﯥ اوﻧﯥ دﻻﻧﺪې وﺳﺎ ﻛړي -ﺧﻮ درﺧﺘﻪ ﻫﻴﺠﺮﺗﻪ ﻧﻪ وي -دَ دې ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرې
ﻣﻄﻠﺐ دا دى ..ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ژوﻧﺪ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺳﭙﯧﺮه ﺻﺤﺮا ګڼﻲ ..او وَ ﺧﻮاﻫﺸﺎﺗﻮ ﺗﻪ دَ داﺳﯥ ﺳﺮاﺑﻮﻧﻮ ﻧﻮم
ورﻛﻮي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ اﻧﺴﺎن دﻫﻮﻛﻪ ﻛﻮي ..ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ دﻏﻪ اﻧﺴﺎن دَ دﻏﻮ ﺳﺮاﺑﺠﻨﻮ ﺧﻮاﻫﺸﺎﺗﻮ ﭘﺴﯥ ﭘﺴﯥ ﻣﻨډې
ﺗﺮﻧډې ﻛﻮي او دا ﻫﻴﻠﻪ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ..دَ ژوﻧﺪ ﻛﻮﻟﻮ ﭼﻞ ﺳﺮه ﺳﺮه ﭘﻪ ﻛړﻛﯧﭽﻨﻮ ﻻرو ﺑﺎﻧﺪې ﺗﻠﻞ ﻫﻢ ښﺎﺋﻲ -
ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دا ﭘﻮرﺗﻨۍ ﺧﺒﺮې ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ رﻧګﻪ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻫﺮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ځﺎن ځﺎﻧﺘﻪ ﻣﻌﻨﯥ او
ﻣﻄﻠﺒﻮﻧﻪ را ﻛﺎږي -او دا دَ دې ﻧﻈﻢ ﻋﺎﻟﻤګﻴﺮﻳﺖ ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻲ -ﻛﻮم ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ټﻮﻟﻮ ﻧﻪ
ﻟﻮﺋﻴﻪ ﺧﻮﺑﻲ او ﺧﺎﺻﻪ ده -ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ډﯦﺮو ﺳﺎده ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﻓﻜﺮي ژورﺗﻴﺎګﺎﻧﯥ داﺳﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺮي ﺷﻌﺮي ﭘﯧﺮاﺋﻴﻮ
ﻛﯥ راﻧﻐﺎړي ..ﭼﯥ دَ ﻣﺸﺮ ﺳﻠﻴﻢ راز دا راﺋﻰ دَ ده ﭘﻪ ﺑﺎب ﺑﺎﻟﻜﻞ ﺻﺤﻴﺢ ﺛﺎﺑﺘﻪ ﺷﻲ -ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﻀﻤﻮن
ﻛﯥ ..ﭘﻪ ﻫﻢ دﻏﻪ ﻛﺘﺎب " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻛﯥ ﭘﻪ ﺻﻔﺤﻪ ﻧﻤﺒﺮ 17ﺑﺎﻧﺪې ﻟﻴﻜﻲ..
" زﻣﻮﻧږ دې ﺷﺎﻋﺮ) اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ( ﺣﻘﺎﺋﻖ ﻟﻴﺪﻟﻲ او ﺗﺴﻠﻴﻢ ﻛړي ﻫﻢ دي ﺧﻮ ﻟﻬﺠﻪ او روﻳﻪ ﻳﯥ ﺑﯥ ﺣﺪه
ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ده -اﺣﺴﺎس او ﺷﻌﻮر ﻳﯥ دَ ﻓﻠﺴﻔﻲ دى ﺧﻮ ﻧﻈﺮ او ژﺑﻪ ﻳﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ ده"
دَ ﺳﻠﻴﻢ راز ﺻﺎﺣﺐ دا راﺋﻰ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ " وﻧﯥ ﻧﻴﺸﺘﻪ" ﺑﺎﻧﺪې ﭘﻮره ﭘﻮره ځﻜﻪ اوځﻲ ...ﭼﯥ دﻟﺘﻪ
ﻫﻢ ﺧﺒﺮي ﭘﻪ ﺳﺎده ﻟﻬﺠﯥ ﻛﯥ ﺷﻮي دي ..ﺧﻮ ﻣﻔﻬﻮم ﻳﯥ ﻓﻠﺴﻔﯥ زﯦږوي -او ﺑﻞ دا دﻟﻴﻞ ..ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ
ﻧﺜﺮي رﻧګﻪ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﺷﻌﺮﻳﺖ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﻟﺮي -دَ ﻣﺜﺎل ﭘﻪ ﺗﻮﻛﻪ ..اوس ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ دَ دې ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻓﻨﻲ
ﺟﻮړښﺖ ﻧﻈﺮ واﭼﻮوْ ..ﻧﻮ دا ﺧﺒﺮه ﺑﻪ ﻫﻢ واﺿﺤﻪ ﺷﻲ ﭼﯥ دا ﻧﻈﻢ ..ﻧﻪ ﺧﻮ اّزاد دى او ﻧﻪ ﻧﺜﺮي ..ﺑﻠﻜﻪ ﻳﻮ ﭘﺎﺑﻨﺪ او
ﻣﻌﺮى ﻧﻈﻢ دى -ﺧﻮ ،ﭼﯥ ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ داﺳﯥ ﭘﻪ څﻠﻮرو ،ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻴﺰه ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ اوﻟﻴﻜﻮ ..ﻟﻜﻪ
دا ﭘﻮرﺗﻪ رﻗﻢ ﺷﻮى ﻧﻈﻢ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻛﺎل 1996ﻛﯥ دَ ﺳﭙﯧﻦ ﭘﻪ ښﺎر ﺑﺎرﺳﻠﻮﻧﺎ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ دى ..
ﻫﻢ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﻧﻈﻢ دى -او ﺗﺮ ﻫﻐﻮ ﭘﻮرې څﻮك ﻧﺸﻲ ﭘﺮې ﭘﻮﻫﯧﺪﻟﻰ ..ﭼﯥ دَ ﺳﭙﯧﻦ ﺧﻠګﻮ دَ ﺧﺪوﺧﺎل ،رﻧګ او
روﺋﻴﻮ ﻳﺎ دَ دې ﻫﯧﻮاد دَ ښﺎر ﻳﺎد ﺷﻮي ﺑﺎرﺳﻠﻮﻧﺎ ﭘﻪ ﺑﺎب ښﻪ ﭘﺘﻪ ﻧﻪ وي ورﺗﻪ -او ﭘﻜﺎﺳﻮ ﭼﯥ دَ ﻳﻮ ﺑﯧﺨﻲ ﺳﺘﺮ او
ﻣﺼﻮرۍ دَ ﻋﺎﻟﻤﻲ ﺗﺎرﻳﺦ ﻳﻮ ﻣﺸﻬﻮره ﻓﻨﻜﺎر ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ..دَ ﺑﻴﻚ ګﺮاوﻧډ ﭘﻪ اړه ﻫﻢ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﺗﻪ
ﻟږ ډﯦﺮ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ﻟﺮل ﭘﻪ ﻛﺎر دي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ ﺧﺒﺮي ﺧﻮ ډﯦﺮي ﺳﺎده دي -ﻻﻛﻦ ﻣﻌﺎﻣﻠﻪ ﻫﻐﺴﯥ دَ
ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرو او ﻓﻠﺴﻔﻴﺎﻧﻪ ﺗﻬﻴﻢ ده ..ﭼﯥ ﻳﻮ ﻟﻮﺳﺘﻠﻰ ﻗﺎري ﺗﺮﯦﻨﻪ ډﯦﺮ ﺧﻮﻧﺪ اﻏﻴﺴﺘﻠﻰ ﺷﻲ -
ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ دَ اّرټ رﺷﺘﯥ ﻟﻪ ﺟﻤﺎﻟﻴﺎﺗﻮ ﺳﺮه ﺗړﻟﻮ ﺗﻪ ﺟﻮګﻪ ښﻜﺎري -ﻫﻐﻪ دا
ﻳﻘﻴﻦ ﻟﺮي ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ ﻫﻢ دَ ﻳﻮ ﻣﺼﻮر ﭘﻪ رﻧګﻪ څﻴﺰوﻧﻮ ﺗﻪ رﻧګﻮﻧﻪ او ﺑڼﯥ ورﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ -ﻟﻜﻪ ﭘﻜﺎﺳﻮ ﭼﯥ دَ
ﺳﭙﯧﻦ ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ ځﺎﻧﺘﻪ ﻳﻮ ﻧﻮم دَ دې ﻣﺼﻮرۍ ﭘﻪ اړه ﭘﻴﺪا ﻛړو ..ﻧﻮ وﺟﻪ ﻳﯥ دَ دې ځﺎى دَ ښﻜﻠﻮ ﺧﻠﻘﻮ او
ﻗﺪرﺗﻲ ﺣﺴﻦ دَ اﻇﻬﺎر وه -ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﺳﺘﺎﺋﻴﻨﻪ ﻛﻮي ﺑﻠﻜﻪ ځﺎن دَ ﭘﻜﺎﺳﻮ ﭘﻪ
ﻻره روان ﺷﻮى ﻻروى ﻫﻢ ﭘﻪ ﻧﺎوﺋﻴﻠﻮ اﺷﺎرو ﻛﯥ ګڼﻲ -او ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮې ﻛﯥ ﻫﻢ ﺷﻚ ﻧﻴﺸﺘﻪ ..ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ ﺳﻔﺮوﻧﻪ او ﻣﺰﻟﻮﻧﻪ ﻟﻮى رول ادا ﻛﻮي او ﻫﻐﻪ دَ ﭘښﺘﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ او ﻗﻠﻤﻜﺎراﻧﻮ
ﻧﻪ ﭘﻪ اُﺳﻠﻮب ﻛﯥ ﺑﯧﻠﻮي ﻫﻢ -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻣﻮﻧږ دې ﻟﯧﻮﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ او ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎر ﺗﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻣﺼﻮر ﻫﻢ
وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﺶ ﻋﻜﺴﻮﻧﻪ ﻛﺎږي راﻛﺎږي ﻧﻪ ﺑﻠﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﺗﺼﻮﻳﺮوﻧﻮ ﺗﻪ ژﺑﻲ ﻫﻢ ورﻛﻮي -او ﻏږوي ﻳﯥ
ﻫﻢ -ﺧﻮ اﻟﻤﻴﻪ دا ده ﭼﯥ دَ ﻟﻔﻈﻮﻧﻮ دَ دې ﭘښﺘﻮن ﻣﺼﻮر ﭘﻪ ﺷﺎﻫﻜﺎروﻧﻮ او دَ ﻫﻐﻮ ښﺎﻫﻜﺎروﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ..ﻻ ﺧﻮ
زﻳﺎﺗﺮه ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧږي -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ دَ دې ﺷﺎﻫﻜﺎروﻧﻮ ﺷﺎﺗﻪ وﻻړ ﻣﺼﻮر او ﺗﺨﻠﻴﻖ ﻛﺎر ﻫﻢ ﻻ ﺧﻮ ﺳﻮاﻟﻴﻪ
ﻧﺸﺎن ﭘﺎﺗﯥ دى -
دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ دوﻟﺲ وړو او اوږدو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﺗړﻟﻰ ﺷﻮى اّزاد ﻧﻈﻢ ښﻜﺎري ..دراﺻﻞ اّزاد ﻧﻪ ﺑﻠﻜﻪ دَ
ﻧﻬﻮ داﺳﯥ ﺑﺮاﺑﺮو ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻧﻈﻢ دى ﭼﯥ ﻫﺮه ﻣﺼﺮﻋﻪ ﻳﯥ ﻳﻮﻟﺲ ﺳﯧﻼﺑﻮﻧﻪ ﻟﺮي -راﺷﺊ ﭼﯥ او ﻳﯥ ﻟﻮﻟﻮ -
ﭘﻪ ﻛﺎﺋﻨﺎت ﻛﯥ دَ اﷲ ﺗﻌﺎﻟﻰ دَ ﻧﻬﻪ ﻧﻴﻮي څﯧﺮو ﻟﻴﺪﻟﻮ ورﺳﺘﻪ دَ ﺳﻠﻤﻲ څﯧﺮې دَ ﻟﻴﺪﻟﻮ ﺧﺒﺮه ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻟږ
اﺑﻬﺎم ﭘﻴﺪا ﻛﻮي ﺧﻮ زه دَ ﻳﻮ ﻧﻘﺎد ﭘﻪ ﺣﯧﺚ دا ﺧﺒﺮه ﻗﻴﺎس ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻢ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ..ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﻻ ده
) ﺷﺎﻋﺮ( ﻫﻐﻪ اّﺋﻴډﻳﻠﻪ څﯧﺮه ﻧﻪ ده ﻟټﻮﻟﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻟټﻮن ﻛﯥ ﻳﯥ دَ ﭘﯧﺮي ﻏﻮﻧﺪې ګﺮځﻲ ..ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ دَ اﷲ ﭘﺎك ﻫﻐﻪ
ﻧﺎښﻜﺎره ﺑڼﻪ وي ﭼﯥ دﻳﺪار ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ اّﺧﺮت ﻛﯥ ﭘﻪ ﺟﻨﺖ ﻛﯥ ﺟﻨﺘﻴﺎن ﻛﻮي -ﻳﻌﻨﯥ دَ ﺧﺪاى اﺻﻞ څﯧﺮه ،ﭼﯥ ﻟﻪ
ﻧﻬﻪ ﻧﻴﻮي څﯧﺮو ﻧﻪ ﺑﻪ دَ ﻫﻐﻪ څﯧﺮې ﺳﻠﻮ ﺗﻪ رﺳﻮي -ﭘﻪ دې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق داﺳﯥ ﺻﻮﻓﻴﺎﻧﻪ ﻓﻠﺴﻔﻪ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﺗﻪ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﺑﻼ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ زﯦږوﻟﻰ ﺷﻲ ..ﺧﻮ زﻣﺎ ﻳﻘﻴﻦ دى ﭼﯥ ﻫﺮ ﺳﻮال ﺑﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ دَ ﻟﻮﺋﻰ ﺧﺪاى
ﭘﺎك ﭘﻪ ﻋﻈﻤﺖ ﺗﻤﺎﻣﯧږي -
دا ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻟﺴﻮ وړو او ﻟﻮﺋﻴﻮ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﺗﻘﺴﻴﻢ ښﻜﺎري ﺧﻮ ﻟﻪ اﺻﻠﻪ ﭘﻪ څﻠﻮرو ،ﭘﻨځﻠﺲ
ﺳﯧﻼﺑﻴﺰو اوږدو او ﺑﺮاﺑﺮو داﺳﯥ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺸﺘﻤﻞ دى ..ﻟﻜﻪ
ﻧﻮر ﺑﻪ دَ دې ﻛﺘﺎب دَ څﯧښﺘﻦ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ څﻪ واﻳﻢ ..ﻫﻐﻪ ﺧﻮ اوس ﻫﻢ دَ ﺧﭙﻞ دې ﻧﻈﻢ " ﺧﻴﺎﻟﻲ ﺑڼﻪ " ﭘﻪ
ﺷﺎن ﻣﺴﻠﺴﻞ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ ورك ﻳﺎدﯦږي ..ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ) ﺷﻮق ( ﭼﯥ ځﺎن ﺗﻜﻤﻴﻠﻮل ﻏﻮاړي ..او دا ﺗﻜﻤﻴﻞ
ﻛﯧﺪى ﺷﻲ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ﻛﯥ او ﻧﻪ ﻛړى ﺷﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ ژوﻧﺪ ﺧﻮ ﻫﻢ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻗﻮل ﻳﻮه
داﺳﯥ ﺻﺤﺮا ده ..ﭼﯥ دﺋﻰ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ ﻳﻮ ﺑﻞ ﻃﺮف ﻧﻪ ﭼﻮرﻟﻜﻮﻧﻪ ﺧﻮري -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ دا دَ ﻧﺎ ﻟﻴﺪﻟﻲ ﻟﻴﻼ ﭘښﺘﻮن
ﻣﺠﻨﻮن واﺋﻲ ..ﭼﯥ
ﺳﺘﺎ دَ ﻟټﻮن
ﭘﻪ ﻣﺴﺖ ﺟﻨﻮن ﻛﯥ اﺷﻨﺎ!
دَ ﻣﺴﻠﺴﻞ ﺳﻔﺮ ﻟﻪ ﺟﻮره زه ﻫﻢ
ﻟﻜﻪ ﭘﯧﺮى
اوس ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻳﺎدﯦږم
او ﺑڼﻪ زﻣﺎ ﻫﻢ
څﻪ ﺧﻴﺎﻟﻲ ﻏﻮﻧﺪې ﺷﻮه
ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ
ﻧﻮښﺎر ..اﻛﺘﻮﺑﺮ ﻛﺎل 2003
« ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ «
دا دواړه ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ...ﭼﯥ ﭘﻪ دوﻟﺴﻮ دوﻟﺴﻮ ﺑﺎﺑﻮﻧﻮ ﻣﺸﺘﻤﻞ دي -او دَ څﻮارﻟﺴﻮ ﻳﻮرﭘﻲ ﻣﻠﻜﻮﻧﻮ ﺑﺸﻤﻮل
دَ دوئ ..دَ ﺳﯧﻞ ذﻛﺮ ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻧﻮي اﻧﺪاز ﻛﯥ ﭘﻪ ﻳﻮ ډﯦﺮ ﺧﻮﻧﺪور ﻣﺎﺣﻮل ﻛﯥ ﺷﻮى دى -او ﻣﺎ ﭼﯥ ﻛﻠﻪ دﻏﻪ
دواړو ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ او ﻟﻮﺳﺘﻞ ﻧﻮ دَ ﻫﻐﻪ دَ دې دواړو ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻮ دَ ﻫﺮ ﻳﻮ ﺑﺎب ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﺗﻨﻘﻴﺪي ﺟﺎﺋﺰه ﻧﻪ ﻟﻴﻜﻞ ﺑﻪ
ﻳﻘﻴﻨﺎً ﭼﯥ زﻣﺎ ﻳﻮه ﺧﭙﻠﻪ ادﺑﻲ ﺑﺪ دﻳﺎﻧﺘﻲ وه ..او ﺑﻞ ﺑﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ دې ﻛﻮﺷﺶ او زﻳﺎر ﻧﻪ ﻫﻢ ﺳﺘﺮګﯥ اړول
وو -ﻛﻮﻣﻪ ﭼﯥ ﻳﻮه ﺑﻠﻪ ادﺑﻲ ﺑﯥ اﻧﺼﺎﻓﻲ ګڼﻢ -او زﻣﺎ دا ﻳﻘﻴﻦ دى ﭼﯥ دﻏﻪ دواړه ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﭼﯥ څﻮك ﭘﻪ دﻏﻪ
رﻧګ ﺗﻨﻘﻴﺪي ﻧﻈﺮ اوﻟﻮﻟﻲ ..ﻧﻮ ﻫﻐﻮئ ﺑﻪ څﻪ ﻧﺎ څﻪ ﻟﻴﻚ ﺗﻪ ﺧﺎﻣﺨﺎ ﭘﺎروي -دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﺎﻏﻪ ﺧﭙﻞ ﻛړى
رواﻳﺖ ﭘﻪ دې ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ راځﻲ -دَ ﻫﻐﻪ دا ﻛﻮﺷﺶ وي ﭼﯥ ﻫﺮ ځﻞ ﺧﭙﻞ ځﺎن دَ ﻓﻦ ﻣﻴﻨﻪ واﻟﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ
ﻳﻮه ﻧﻮي ﺑڼﻪ ﻛﯥ ښﻜﺎره ﻛړي -ﭘﻪ دې دواړو ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻮ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻟﻴﻚ اﻧﺪاز ﻣﺎﺗﻪ دا اﺣﺴﺎس راﻛړو ..ﻟﻜﻪ زه
ﭼﯥ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ اﻧګﺮﯦﺰي ﻟﻮﻟﻢ -او ﻳﻘﻴﻨﺎً ﭼﯥ دا ﻫﻐﻪ ﻳﻮﺑﻞ ﻧﻮى رواﻳﺖ ﺧﭙﻞ ﻛړى دى ..ﻳﻮ ﻣﻐﺮﺑﻲ رواﻳﺖ ﭘﻪ
ﭘښﺘﻨﻲ رﻧګ او ﺷﻜﻞ ﻛﯥ!!..
دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﻪ دﻏﺴﯥ ﺗﻮﻗﻌﺎت ﻟﺮل ﺧﻮ زﻣﻮﻧږ ﻛﺎر دى -ﺧﻮ دﻟﺘﻪ دَ ﺑﺪه ﻣﺮﻏﻪ ځﻴﻨﻲ ﺧﻄﺮې او
ﺧﺪﺷﺎت ﻫﻢ ﻣﺎﺗﻪ اﺷﺎره ﻛﻮي او ﻫﻐﻪ دا ﭼﯥ ﻳﻮ وار ﺑﻴﺎ ﻫﺎﻏﻪ ﻗﺪاﻣﺖ ﭘﺴﻨﺪه ﻃﺒﻘﯥ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ځﺎن او وﺟﻮد ﭘﻪ
ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ ،ژﺑﻮ ،ﻗﺒﻴﻠﻮ،ﻋﻼﻗﻮ ،ﺗﻮﭘﻜﻮ ،ﺗﻤﺎﻧﭽﻮ ﻛﯥ ګﯧﺮ ګڼﻲ ..ﻫﻐﻮئ ﺑﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻏﻪ ﻧﻮي اﭘﺮوچ ﺗﻪ ﻳﻮ
ځﻞ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﻛﻮم ﻧﻈﺮ ګﻮري ..او ﻳﺎ اّﻳﺎ ﻫﺎﻏﻪ ﻧﻈﺮ ﺑﻪ دَ دې ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻮ ﻧﻪ دَ څﻪ اﻏﻴﺴﺘﻮ ﻫﻨﺮ ﻟﺮي ﻫﻢ او ﻛﻪ ﻧﻪ ؟؟
دﻟﺘﻪ زه دا وﺿﺎﺣﺖ ﻛﻮم ..ﭼﯥ دا دواړه ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ" ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې" او " دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر" ﭘﻪ
ﻳﻮه اوږد ﺳﻔﺮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺸﺘﻤﻞ دي -ﻧﻮ راﺷﺊ ﭼﯥ وړﻣﺒﻰ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ " ﻣﺰل ﭘﻪ واور ﺑﺎﻧﺪې" ﻫﺮ ﻳﻮه ﺑﺎب ﺟﺎﺋﺰه
واﺧﻠﻮ -ﭘﻪ دې دواړو ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻮ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺳﻔﺮي ﺣﺎﻟﻮﻧﻮ او ﻧﻮرو ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺗﻮ وړاﻧﺪې ﻛﻮﻟﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه
دوې ﻋﻤﺮاﻧﻲ ﻣﻄﺎﻟﻌﯥ ﻫﻢ دَ اﻧګﻠﺶ دَ ژﺑﯥ او ﻳﻮرﭘﻲ ژوﻧﺪ ﭘﻪ اړه ﺗﻔﺼﻴﻼً وړاﻧﺪي ﻛړي دي -او دې ﻧﻪ ﻋﻼوه
ﻳﯥ دَ ﻫﺮ ځﺎى ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺗﺼﻮﻳﺮوﻧﻪ ﻫﻢ دَ ﻋﻜﺴﻲ ﻳُﻮن ﺗﺮ ﻋﻨﻮان ﻻﻧﺪې ﭼﺎپ ﻛړي دي ..ﭼﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ َد
ﻫﺮ ﻫﯧﻮاد او دَ ﻫﻐﻪ ځﺎى دَ څﻴﺰوﻧﻮ او ﺧﻠګﻮ ﭘﻪ اړه ﺗﺮﯦﻨﻪ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﻳﻮ ﻋﻜﺴﻲ ﻧﻘﺸﻪ ﻫﻢ ﺟﻮړوﻟﻰ ﺷﻲ -
وړﻣﺒۍ ﺑﺮﺧﻪ ـ ـ ـ ـ
دَ ﻳﻮرپ دَ ﺳﻔﺮوﻧﻮ دﭘﺎره داﺳﯥ ﻋﻨﻮان ﻛﺘﺎب ﺗﻪ ټﺎﻛﻞ ..ﻛﻪ ﻳﻮ ﻃﺮف ﺗﻪ ﻳﻘﻴﻨﺎً دا څﺮګﻨﺪوي ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ
ډﯦﺮه زﻳﺎﺗﻪ ﻳﺨﻨﻲ ده ،ﺧﻮ ﺑﻠﺨﻮا دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﻫﻢ دا ﺧﺒﺮه دَ ﺳﻮال ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ راﭘﻮرﺗﻪ ﻛﯧږي -
ﭼﯥ ﭼﺮﺗﻪ دې ﭘﻮرﺗﻨﻲ ﻋﻨﻮان ﻧﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﻣﻌﻨﯥ ﺧﻮ ﻧﻪ اﺧﻠﻲ ..ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺑﺮاﻋﻈﻢ ﻛﯥ دَ ژوﻧﺪ ﻛﻮﻟﻮ ﻃﺮز ..
اﻧﺴﺎﻧﻲ روﺋﻴﯥ او ﺧﻮﺋﻴﻮﻧﻪ ﻫﻢ څﻪ دﻏﻪ ﺷﺎﻧﺘﯥ دي ؟؟ دَ دې ﺳﻮال دَ ځﻮاب ﻟټﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﺖ راﺷﺊ ﭼﯥ دَ ﭘښﺘﻮن
ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺳﺮه دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺳﻔﺮي ﭘړاوْﻧﻮ ﭘﻪ ﻟﻮر ﭘﻪ ګډه ﺳﻔﺮ اوﻛړو او دَ دې ﻛﺘﺎب دﻏﻪ دوﻟﺲ واړه ﺑﺎﺑﻮﻧﻪ ﭘﻪ
ﺗﻨﻘﻴﺪي ﻧﻈﺮ اوﻟﻮﻟﻮ -
" ﻣﺬﻫﺒﻮﻧﻪ ،رواﺟﻮﻧﻪ او اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻗﺪروﻧﻪ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دَ ﻳﻮ ځﻨﺎور وزﻣﻪ اﻧﺴﺎن څﺨﻪ ټﻮﻟﻨﻴﺰ اﻧﺴﺎن
ﺟﻮړوي ..ﺧﻮ ﻟﻪ اﺻﻠﻪ دا اﻧﺴﺎن ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮرې ﻻ ﺗﺶ ﭘﻪ ﺷﻌﻮري ﺗﻮګﻪ ﻟﻪ ځﻨﺎوراﻧﻮ څﺨﻪ ﺑﯧﻞ ﺷﻮى
دى __ ګﻮا دَ ﺣﺎﺟﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ وار ﻛﻪ ځﻨﺎور ﻧﻪ ﻫﻢ دى ..ﺧﻮ ځﻨﺎور وزﻣﻪ ﺣﺘﻤﺎى دى"
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – (16
دﻟﺘﻪ ﻛﻪ ښﺎﻏﻠﻰ ﺷﻮق دَ ﻋﺮﺑﻮ دَ ﺟﻬﺎز دَ دﻧﻨﻪ ﻣﺎﺣﻮل ﻳﻮه ﻧﻈﺎره ﭘﻪ ډﯦﺮ ﺧﻮﻧﺪور او ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ اﻧﺪاز ﻛﯥ
ﻏﻨﺪي ،ﻧﻮ ﺑﻠﺨﻮا ﻳﻮ ﺑﻞ ﺳﻮال ﻫﻢ دَ ﺧﭙﻞ ذات او ﻫﯧﻮاد ﭘﻪ ﺑﺎب راﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮي ..ﻟﻜﻪ
دَ ﺗﻮر ﺳﺮي اﻧګﺮﯦﺰي دَ ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ ﭼﯥ ﻣﺎ څﻨګﻪ دوﻣﺮه اووﺋﻴﻠﻮ ،ﻧﻮ ﻫﻐﻪ اودرﯦﺪه او
ﺳﺮﺗﺮ ﭘﺎﻳﻪ راﻛﺘﻠﻮ ورﺳﺘﻮ ﻳﯥ اووﺋﻴﻠﻮ..
ﭘﻪ دې ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﻛﯥ ﺷﻮق ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﺧﺒﺮه واﺿﺤﻪ ﻛړي ﻧﻪ ده ..ﺧﻮ دَ ﻗﺎري ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ دا ﺧﺎﻣﺨﺎ راځﻲ
ﭼﯥ ..زﻣﻮﻧږ ﻗﻮﻣﻲ ﺷﻨﺎﺧﺖ او وﺟﻮد دواړه دَ ﺑﻬﺮ دُﻧﻴﺎ دَﭘﺎره دَ ﺧﻮف ،وﯦﺮې ..ﻳﻮ ﻋﻼﻣﻪ ګﺮځﯧﺪﻟﻲ ده -ﻳﻌﻨﯥ
ﭘﻪ " ﺳﻮاﻟﻴﻪ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن" ﺑﺎﻧﺪې ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﻫﻢ ﭼﯥ څﻨګﻪ ﺑﻴﺎ دَ ﻫﻐﯥ ﺑﻮډﻫۍ ﻓﯧﺮﻧګۍ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻛﭽﻪ ﻛﯧږي ..
دې ﻧﻪ ﻫﻐﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﻫﯧﻮاد ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ځﺎن ﻛﻪ وړﻛﻮټﻰ ﻣﺤﺴﻮس ﻛړى ﻧﻪ ﻫﻢ دى ..ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﺣﯧﺮان ﺷﻮى او ځﺎن
ﻛﯥ ﻧﻨﻪ ﻧﻨﻪ ﻣﺎت ﺷﻮى راﻣﺎت ﺷﻮى ﺿﺮور دى -
ﭘﻮرﺗﻨﺌﻴﻮ دواړو ﭘﻮښﺘﻨﻮ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ ﻛﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﻮې ﺧﻮاﺗﻪ دَ ﻳﻮرپ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ادراﻛﻲ ﻧﻈﺮ ﺧﭙﻞ
ﻛړو ..ﻧﻮ ﺑﻠﺨﻮا ﻳﯥ ﭘﻪ " ﻫﺎﺋﻴډ ﭘﺎرك " ﻟﻨﺪن ﻛﯥ ﻫﻢ څﻪ ﭼﯥ وﺋﻴﻠﻲ دي -ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﻳﯥ ښﻜﺎره ﻛړي ﻧﻪ دي ..
ﺧﻮ داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ زړه ښﻪ ﺳﭙﻚ ﻛړى دى ..ځﻜﻪ ﺧﻮ ﭘﻪ اﺷﺎره ﻛﯥ ﺧﭙﻠﻪ واﺋﻲ..
" ﺣﻘﻪ ﺧﺒﺮه ده ﭼﯥ دَ دې ﻣﻮﻗﻌﯥ څﺨﻪ ﻓﺎﺋﺪه اﺧﻴﺴﺘﻠﻮ ﻛﯥ ﻣﺎ ﻫﻢ ﺧﭙﻞ ځﺎن دَ ﻏﺎزﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻗﻄﺎر ﻛﯥ
دروﻟﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﺖ دَ اﺧﻼﻗﻴﺎﺗﻮ ﭘﻪ داﺋﺮه ﻛﯥ دَ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځﻪ دَ وﺣﺸﻲ روﺋﻴﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ څﻪ ﺧﻮ
اووﺋﻴﻞ -ﻻﻛﻦ ﻫﻴﭽﺎ ﻫﻢ واورﯦﺪﻟﻮ ځﻜﻪ ﻧﻪ ...ﭼﯥ زه ﻟﻪ ځﺎن ځﺎن ﺳﺮه ﺑﻮڼﯧﺪم"
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – ( 36
ﺑﺪ رد وﺋﻴﻞ ﻫﻢ دَ اﺧﻼﻗﻴﺎﺗﻮ ﭘﻪ داﺋﺮه ﻛﯥ دَ ﻳﻮ اﻋﻠﻰ ﻇﺮف ﻧﺸﺎﻧﺪﻫﻲ ﻛﻮي ..او ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه ﻛﯥ ﺷﻚ
ﻧﻴﺸﺘﻪ ﭼﯥ دﻟﺘﻪ ده ﺧﭙﻞ ځﺎن اﻋﻠﻰ ﻇﺮﻓﻪ څﺮګﻨﺪ ﻛړى دى -
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ ﻟﻪ ﻛﺮاﭼۍ ﻧﻪ ﺗﺮ دوﺑۍ او ﺑﻴﺎ ﻟﻨﺪن ﭘﻮرې دَ ﺳﻔﺮ ﺣﺎﻟﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه دَ ﻟﻨﺪن ﭘﻪ اړه ډﯦﺮ
ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ،اﻧﻜﺸﺎﻓﺎت ،او ﺳﻔﺮي ﻣﺸﺎﻫﺪې ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ دَ ځﺎن ﺳﺮه ﻣﻠګﺮي ﻣﺦ ﻣﺦ ﺗﻪ ﭘﻪ وړﻟﻮ ﻣﺠﺒﻮره
ﻛﻮي -ﻛﻮﻣﻪ ﺧﺒﺮه ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ ﻏﻮرﻃﻠﺒﻪ ده ..ﻫﻐﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻐﻪ راﺋﻴﯥ ده ،ﭼﯥ ده دَ ﻓﯧﺮﻧګﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ
اړه رﻗﻢ ﻛړي ده ..ﺗﺎﺳﻮ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻟﻮﺳﺘﻠﻰ ﺷﺊ-
" ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﻣﻮﻧږ دا ﺧﻠﻖ ﺧﭙﻞ ﺑﺎداران ګڼﻮ او ډﯦﺮ ﭘﻪ درﻧﻪ ﺳﺘﺮګﻪ ورﺗﻪ ګﻮرو -ﺧﻮ ﺣﻘﻪ ﺧﺒﺮه
دا ﭼﯥ دوئ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږ څﺨﻪ ﻛﺮﻛﻪ ﻛﻮي او داﻛﺮﻛﻪ دَ ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ ﺧﻤﻴﺮ ﻛﯥ ده -او دَ دې ﺧﻠﻘﻮ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ
ﻫﻮﺷﻴﺎران ﻫﻢ واﺋﻲ ..ﭼﯥ رواﻳﺖ ﭘﺴﻨﺪي او ﻛﻴﻨﻪ دَ اﻧګﻠﺴﻴﺎﻧﻮ ﺧﺎﺻﻪ ﺑﻠﻞ ﻛﯧږي"
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – ( 34
دﻟﺘﻪ ﻫﻢ ښﺎﻏﻠﻰ ﺷﻮق ﭘﻪ ډﯦﺮو اﺷﺎرو ﻛﯥ دَ دې ښﺎر دَ اﺳﺘﻮګﻨﻮ او دَ ښﺎرﻳﯥ دَ ژوﻧﺪ او روﺋﻴﻮ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ
ﺧﭙﻞ ﻧﻈﺮ ﭘﻪ ډﯦﺮ ښﻜﻠﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ څﺮګﻨﺪوي -ﺧﻮ ﺑﻠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ دَ ﺑﻞ ﭘﻪ ژوﺑﻪ ) ګﺎﺋﻴډ( داﺳﯥ ﻫﻢ دَ دې ﻫﯧﻮاد ﭘﻪ
اړه ﻟﻴﻜﻲ ..
" وﺋﻴﻞ ﻛﯧږي ﭼﯥ ﻳﻮ ځﻞ دَ اوﻟﻤﭙﻚ دَ ﻟﻮﺑﻮ څﺨﻪ راﻏﻠﻰ ﺳﻮﺋﻤﻨګ ټﻴﻢ وَ ﻟﻮﺑﻮﻏﺎړو ﺗﻪ ﺑﺎﭼﺎ اﻧﻌﺎم ﭘﻪ
دې ﺧﺒﺮه ورﻛړو ﭼﯥ ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ اوﺑﻮ ﻛﯥ ډوب ﻧﻪ ﺷﻮل"
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – ( 59
دﻟﺘﻪ دَ ﺑﻠﺠﻤﻴﺎﻧﻮ دَ ﻧﺎراﺳﺘۍ ،ﺳﺴﺘۍ او ﻧﺎﺧﻮښۍ ﺧﻮاﺗﻪ ﻫﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻣﺰاﺣﻴﻪ اﻧﺪاز
اﺷﺎروه ﻛﻮي -دَ دې ﺑﺎوﺟﻮد ﭘﻪ دې ﻣﺰاح ﻛﯥ ﻫﻢ دَ ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﻣﻘﺼﺪ دى ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﺑﻠﺠﺌﻴﻢ ﺧﻠﻖ دُﻧﻴﺎ ﺗﻪ څﺮګﻨﺪ
ﻛړي -او ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګ دَ ﻳﻮ ځﺎى دَ ﺧﻠﻘﻮ ښﻪ او ﺑﺪ ﺧﻮﻳﻮﻧﻪ او روﺋﻴﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﭘﻪ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺗﻲ رﻧګ ﻛﯥ
ﺑﻞ ﺗﻪ رﺳﻮل دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ دَ ﻟﻴﻚ ﻣﻘﺼﺪ ﻫﻢ دى -
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دَ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺗﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه ځﻴﻨﻲ داﺳﯥ اﺷﺎرې ﻫﻢ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راځﻲ ،ﭼﯥ دَ ﻗﺎري ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ
دَ ﺑﻠﺠﺌﻴﻢ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮي ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ ځﻮاب ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻰ ﺷﻲ -ﻟﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻻﻧﺪﯦﻨۍ ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﻛﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ
اﺷﺎرﺗﻲ اﻧﺪاز واﺿﺤﻪ ﻛړي دي -
دﻟﺘﻪ ﺧﺒﺮه ﭘﻪ " ﻻﻛﻦ" ﺑﺎﻧﺪې ﺳﺮ ﺗﻪ رﺳﻮل داﺳﯥ څﺮګﻨﺪوي ﻟﻜﻪ ﺑﻠﺠﺌﻴﻢ ﭼﯥ دَ ګﺎوﻧډي
ﻓﺮاﻧﺲ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﻛﯥ اﻧګﻠﯧﻨډ ﺗﻪ زﻳﺎت اﻫﻤﻴﺖ ورﻛﻮي -وﺟﻪ ﻳﯥ څﻪ ده ؟ دَ دې ﭘﻪ اړه ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ
ﺑﻼ ﺧﺒﺮي ﻣﻮﺟﻮدي دي ..ﭼﯥ دَ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ورﺳﺘﻮ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﺗﻠﻰ ﺷﻲ-
" ﻟﻨډه دا ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻫﻐﯥ داﺧﺒﺮي ﻛﻮﻟﯥ ﻧﻮ ﭘﻪ دې ښﺎر ﺑﺎﻧﺪې ﻣﻲ دَ اروﭘﺎ دَ ﺗﻬﺎﺋﻲ ﻟﯧﻨډ ﭘﻴﺪا ﺷﻮى
ﺷﻚ وار ﭘﻪ وار ځﻜﻪ ﻳﻘﻴﻨﻲ ﻛﯧﺪﻟﻮ ..ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﯥ ﻏﻮﻧﺪې ﻳﻮ اﻧﺘﻬﺎﺋﻲ ﻣﺎډرﻧﯥ ټﻮﻟﻨﯥ ﻛﺲ ﭼﯥ ﻳﯥ ﻻ
ﻫﻢ ﭘﻪ اّزادۍ ﺑﺎﻧﺪې دَ ﺣﯧﺮاﻧۍ اﻇﻬﺎر ﻛﻮي ..ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ څﻮﻣﺮه اّزادي وي؟ "
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – ( 80
ﻣﻨﻢ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ ډﯦﺮي اّزادې ﺧﺒﺮې ﻛړي دي ..ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻨۍ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ دَ
ﺗﻬﺎﺋﻲ ﻟﯧﻨډ ﺳﺮه ﻣﺜﺎل ورﻛﻮل دَ ﻫﺎﻟﯧﻨډ ﻏﻨﺪﻧﻪ ده -ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دا ﺧﺒﺮې ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ ﻫﻢ دﻏﻪ ښﺎر ﻛﯥ ﭼﯥ دَ ﻳﻮ
ﻫﻮټﻞ ﭘﻪ ﻛﻤﺮه ﻛﯥ درﺳﺘﻪ ﺷﭙﻪ ﺧﻮب ﻧﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻛﯧﻔﻴﺖ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺑﻴﺎن ﻛﯥ ﻛﻮم ډراﻣﺎﺋﻲ اﻧﺪاز ده ﺧﭙﻞ ﻛړى
دى -ﻫﻐﻪ دَ ﺳﺘﺎﺋﻴﻨﯥ وړ دى -او ﭘﻪ ﻛﺎر ﻫﻢ ده ﭼﯥ دﻏﺴﯥ ﻛﯧﻔﻴﺘﻮﻧﻪ ﭘﻪ دﻏﺴﯥ ﺧﻮﻧﺪور اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻗﺎري ﺗﻪ
رﺳﻮل ..دا دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ دَ ﻟﻮﺳﺖ ﺧﻮﻧﺪ ﭘﻴﺪا ﻛﻮي -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻫﺎﻟﯧﻨډ دَ ﺧﻠﻘﻮ دَ روﺋﻴﻮ ﭘﻪ ﺑﺎب ﻳﻮ ﺑﻞ ځﺎى
ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ ..
" -وﺋﻴﻞ ﻛﯧږي ،ﭼﯥ دَ ﻫﺎﻟﯧﻨډ ﺧﻠﻖ ) وﻟﻨﺪﯦﺰﻳﺎن( ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ او ﺣﯧﺜﻴﺖ ﻏﺮه دي -ﺑﻠﻜﻪ
ﻫﻐﻮئ دا ﻫﻢ واﺋﻲ ،ﭼﯥ ګﻮﻧﺪې ..
" ﺧﺪاى ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ځﻤﻜﻪ راﻛړه او ﻣﻮﻧږ ورﺑﺎﻧﺪې ﻫﺎﻟﯧﻨډ ﺟﻮړ ﻛړو او ﺑﻞ دَ دې ﺧﻠﻘﻮ ﭘﻪ ﻣﺨﻮﻧﻮ ﻫﺮ ﻛﻠﻪ
دَ ﻏﺼﯥ اّﺛﺎر ﺑﺮﯦښﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ دا ﺧﻠﻖ ﭘﻪ " زه " او " زه " ﻛﻮﻟﻮ ﻛﯥ ﻟﻮﺋﻰ ﻧﻮم ﻟﺮي"
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – ( 70
دې ﻧﻪ ﻋﻼوه اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮ ﻛﯥ دَ وﻟﻨﺪﯦﺰﻳﺎﻧﻮ څﯧﺮې او ﭘﻪ څﯧﺮو ﺑﺎﻧﺪې دَ راﻏﻮﻧډي ﺷﻮي
ګﻮﻧځﻲ ﻛﻪ ﻟﻪ ﭘښﺘﻨﻮ ﺳﺮه ﺗړي ،ﺧﻮ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻧﻪ ورﺗﻪ واﺋﻲ -ﻧﻮ ﺑﻠﺨﻮاﺗﻪ دَ ﻫﻐﻮئ دَ ژﺑﯥ ﺻﻮﺗﻲ اﺛﺮ ﻫﻢ ﭘښﺘﻮ ﺗﻪ
ﻧﻴږدې ﻧﻴږدې ګڼﻲ ..ﺧﻮ ﭘښﺘﻮ ځﻜﻪ ﻧﻪ ورﺗﻪ واﺋﻲ ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ وﻟﻨﺪﯦﺰﻳﺎﻧﻮ ځﻴﻨﻲ رواﺟﻲ ﻋﺎدﺗﻮﻧﻪ ﻏﯧﺮ اﻧﺴﺎﻧﻲ
ګڼﻲ -ﻟﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ دَ ځﻨﺎوري ﺗﻨﺪي ﻣﺎﺗﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ﺗﻮګﻪ دَ ﺳﻮﺷﻞ ورك ﻧﻮم ﻳﺎ ﺣﯧﺜﻴﺖ ورﻛﻮل
او ﻧﺸﯥ ﭘﻪ ﻗﺎﻧﻮﻧﻲ ﺗﻮګﻪ ﺟﺎﺋﺰ ګڼﻞ ..دَ دې ﺧﻠﻘﻮ ﻫﻐﻪ ځﺎﻧګړى ﻏﺮور دى ﭼﯥ ورﺗﻪ ﭘﻪ اﺧﻼﻗﻴﺎﺗﻮ ﻛﯥ ﺑﯥ ﺣﻴﺎﺋﻲ
وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ -او داﺳﯥ ﻫﺮ څﻪ ..ﻛﻪ ﻫﻐﻪ ښﻪ دي ،ﻧﻮ ﭘﻪ ښﻮ ټﻜﻮ ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻛﯥ رﻗﻢ ﺷﻮي دي او ﻛﻪ ﺑﺪ
دې ..ﻧﻮ ﺑﺪو ﺗﻪ ﺑﺪ ﻫﻢ ﭘﻪ ډﯦﺮه اﺧﻼﻗﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮي دي -او دا دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ادﺑﻲ ﻟﻴﻜﻨﻮ ﻛﯥ
ﺣﻘﻴﻘﺖ ﭘﺴﻨﺪاﻧﻪ دﻟﻴﻞ ګڼﻠﻰ ﺷﻲ -
" ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ ﭘﻪ درﻧﻮ ټﻜﻮ ﻟﻤﺎﻧځﻞ ﺷﻮي ﺟﺮﻣﻨﻴﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ اوس ﻫﻢ ﭘﻪ ډﯦﺮه درﻧﻪ
ﺳﺘﺮګﻪ ﻛﺘﻞ ﻛﯧږي -ﺧﻮ ﻣﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻧﺮاﻧﻮ او ښځﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ ﻫﻴڅ ﻳﻮه ﺧﺒﺮه ﻧﻪ اوﻟﻴﺪه ﭼﯥ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ
ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﻋﻈﻤﺖ ﺳﺮه ﻳﯥ ﺳﻤﻮن ﺧﻮړﻟﻮ -وﻟﯥ ﭼﯥ دا ﺧﻠﻖ ﻫﻢ ﻟﻜﻪ ﭘښﺘﺎﻧﻪ اوس ﭘﻴﺴﻪ ﻫﺮ څﻪ ګڼﻲ او
ورﺗﻪ ګډﯦږي"
دﻟﺘﻪ دَ ﺟﺮﻣﻨﻲ ﭘﻪ ﺳﯧﻞ ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق روﻣﺎﻧﻮي ﻃﺒﻌﻴﺖ ښﻮدﻧﻪ څﻪ زﻳﺎﺗﻪ ﺷﻮي ده -ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﻫﻢ
ﺧﭙﻞ ﺷﻮخ اﻧﺪاز او دَ ﻟټﻮن ﻫڅﻪ دﻻﺳﻪ ﻧﻪ ده ورﻛړي -ﻟﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻻﻧﺪﯦﻨۍ ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ﻛﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻟﻴﻜﻲ..
ﻳﻘﻴﻨﻲ ﺧﺒﺮه ده ﭼﯥ دﻟﺘﻪ ﻫﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺧﭙﻠﯥ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻓﻄﺮي ﻣﺠﺒﻮرۍ دَ وﺟﯥ ﺧﭙﻞ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ذوق
څﺮګﻨﺪ ﻛړى دى ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﻟټﻮن اﻧﺘﻬﺎ ښﻜﺎره ﻛﻮﻟﻮ ﻋﻼوه ﻫﻢ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ دا راڅﺮګﻨﺪوي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻫﺮ څﻴﺰ ﺗﻪ
ﭘﻪ څﻮﻣﺮه ﻏﻮر او ﻓﻜﺮ ګﻮري -او دَ ﺷﻮق ،ﭘﻪ ﺟﺮﻣﻨﻲ ﻛﯥ دﻏﻪ رﻧګﻪ روﻣﺎﻧﻮﻳﺖ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﻗﺼﻮر
ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﺟﺮﻣﻨﻲ دَ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻣﺎﺣﻮل اﺛﺮ وي -ﻟﻜﻪ ﭘﻪ دې ﺳﯧﻞ ﻛﯥ ﭼﯥ ورﺗﻪ ګﺎﺋﻴډ ﻣﻴﺮﻧﺎ داﺳﯥ واﺋﻲ..
" ﺟﺮﻣﻨﻴﺎن ﻫﻢ دَ ﻛﺘﺎب دَ ﻣﻄﺎﻟﻌﯥ دﻏﻮﻧﻲ ﺷﻮق ﻟﺮي ﻟﻜﻪ اﻧګﻠﺴﻴﺎن -ﻻﻛﻦ ﺷﻮﻗﻪ ! ﺗﻪ ﺧﺒﺮ ﻳﯥ ﭼﯥ
ﺟﺮﻣﻨﻲ ﺗﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ او ﻟﻴﻜﻮاﻻﻧﻮ ﻫﯧﻮاد ﻫﻢ وﺋﻴﻞ ﻛﯧږي -او دﻟﺘﻪ دې ﺧﻠﻘﻮ ﺗﻪ ډﯦﺮ ﭘﻪ درﻧﻪ ﺳﺘﺮګﻪ
ﻛﺘﻞ ﻛﯧږي -ﭼﯥ دَ ﺟﺮﻣﻨﻴﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﻗﻮﻟﻪ ..ﺷﺎﻋﺮان او ﻟﻴﻜﻮاﻻن ذﻫﻨﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ښﻪ ﺗﻔﺮﻳﺢ ورﺳﭙﺎري
او ﻟﻪ دې ﺧﻠﻘﻮ څﺨﻪ ﺗﺤﺮﻳﻜﻮﻧﻪ زﯦږوﻧﻪ ﻛﻮي"
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – ( 106
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ ښﺎﻏﻠﻰ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺳﻮﺋټﺰرﻟﯧﻨډ دَ ﺧﻮرو ورو ښﺎﺋﺴﺘﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﻣﺘﺎﺛﺮه ﺧﻮ ښﻜﺎري ..
ﺧﻮ دَ ﺧﻠﻘﻮ دَ روﺋﻴﻮ ،ﺧﻮﺋﻴﻮﻧﻮ او ښﻮ او ﺑﺪو ﻧﻪ ﺧﻮاﺑﺪى ﻫﻢ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دَ ﻳﻮې اﻣﺮﻳﻜﻨﯥ
ﭘﯧﻐﻠﯥ وﻧﻴﺴﺎ ﺳﺮه دَ ﻫﻐﻪ روﻣﺎﻧﻮي ﺗﻌﻠﻖ داﺳﯥ ﭘﻪ ﻫﻨﺮ ،ډراﻣﺎﺋﻲ او اﻓﺴﺎﻧﻮي اﻧﺪاز ﻛﯥ ذﻛﺮ ﺷﻮى دى ..ﭼﯥ
ښﻜﺎره ﺧﺒﺮه ﭘﻪ ﻛﯥ ﻳﻮه ﻫﻢ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻧﻪ راځﻲ -او دﻏﻪ دَ ﺣﯧﺮاﻧﺘﻴﺎ او ﺳﺴﭙﻨﺲ ﻧﻪ ډك ﺗﻌﻠﻖ ،دَ ﻳﻮ ښﻜﻠﻲ
ﺣﯧﺮاﻧﺘﻴﺎ ﻫﺎﻏﻪ ﻟﻴﻮﻧﻲ ﻛﯧﻔﻴﺎت ټﻮل دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﻣﻠګﺮي ﻛﻮي ﭼﯥ ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻮق ﻳﯥ ﻣﻨﻈﺮﻛﺸﻲ ﻛړي ده -ﭘﻪ
دې ﻟﻨډ ﻏﻮﻧﺪې ﺳﯧﻞ ﻛﯥ دَ ﻟﻴﻜﻮال ﻓﻜﺮي ﻣﺸﺎﻫﺪه او ﺟﺬﺑﺎﺗﻲ زﻳﺮﻛﺘﻴﺎ ډﯦﺮه دَ ﻗﺪر وړ ده -دَ ﺟﺮﻣﻨﻲ ،
اّﺳټﺮﻳﺎ ،اټﻠﻲ او ﻓﺮاﻧﺲ ﺗﺮ ﻣﻴﻨځﻪ ﻣﻮﺟﻮد ﻫﯧﻮاد ﺳﻮﺋټﺰرﻟﯧﻨډ دَ اوﻟﺲ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﻳﻮ ځﺎى ﻟﻴﻜﻲ..
"ﺟﺮﻣﻦ ﺳﻮﺋﺲ ﭘﻪ ﻃﺒﻌﻴﺖ ﻛﯥ اﺿﻄﺮاب ﻟﺮي ..اّﺳټﺮﻳﻦ ﺳﻮﺋﺲ ټﻮﻛﻴﺎل ﻃﺒﻌﻴﺘﻪ او ﻣﻮﺳﻴﻘﻲ
ﺧﻮښﻮي -دﻏﻪ رﻧګﻪ ﻓﺮﻧﭻ ﺳﻮﺋﺲ ﻧﺨﺮې ﺑﺎزه او ﻓﯧﺸﻨﻴﺎن دي -ﻻﻛﻦ اﻃﺎﻟﻮي ﺳﻮﺋﺲ څﻪ ﻏﻮﻧﺪې
زﻳﺎت ﻣﺬﻫﺐ ﭘﺮﺳﺘﻪ او ﻗﺪاﻣﺖ ﭘﺴﻨﺪه ﻳﺎدﯦږي"
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – (140
دﻟﺘﻪ دَ ﻟﻴﻜﻮال ﻣﻘﺼﺪ دا دى ،ﭼﯥ ﺳﻮﺋټﺰرﻟﯧﻨډ ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮوْ څﻠﻮرو واړو ﻣﻠﻜﻮﻧﻮ ﭘﻪ
ﻣﻴﺎﻧځ ﻛﯥ دَ ﻳﻮ " ﺳﯧﻨډوﻳﭻ" ﺣﯧﺜﻴﺖ ﻟﺮي -او دَ دﻏﻪ څﻠﻮرو واړو ﻣﻠﻜﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﻣﺘﺎﺛﺮه دى -ﺧﭙﻞ ﺳﻮﺋﺲ
ﻛﻼﺳﻴﻜﻲ ﺑڼﯥ ﻧﻪ ﻟﺮي -او زﻣﺎ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل دﻏﻪ ﺗﺠﺰﻳﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮ ﻛﺎﻣﻴﺎب ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎر ﭘﻪ ﺻﻒ ﻛﯥ
دروي -ﭼﯥ دَ دې ﺧﻠﻘﻮ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ دوﻣﺮه ډﯦﺮ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ﺑﻪ ﻫﻢ ﻟﺮي ،او دَ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺗﻮ دَ ﺑﻴﺎﻧﻮﻟﻮ ..ﻳﻮ ﺧﭙﻞ
ﺣﯧﺮاﻧﻮﻧﻜﻰ اﻧﺪاز ﻫﻢ -
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دَ ﻟﻴﻜﻮال دَ ﺳﻔﺮ دَ ﻛﺎر ..دَ ﻫﻐﯥ دَ ﻟﻮازﻣﺎﺗﻮ ،دَ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺸﺎﻫﺪاﺗﻲ او ﻣﻄﺎﻟﻌﺎﺗﻲ
ﻣﺼﺮوﻓﻴﺎﺗﻮ دَ ﻻﺳﻪ دوﻣﺮه ﻧﺎوزګﺎره ﻟﻴﺪى ﺷﻲ ...ﻛﻪ ټﻮﻟﻪ ورځ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻫﺮ څﻪ ﺗﯧﺮوي -ﻧﻮ دَ ﺷﭙﯥ دَ ﺧﻮب دَﭘﺎره
ﻫﻢ وﺧﺖ ﻧﻪ ﻟﺮي -دې ﻣﻄﻠﺐ دا ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راځﻲ ..ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ اروﭘﺎ ﭘﻪ ﺳﯧﻞ ﻛﯥ دَ ﺳﺘړﻳﺎ ﻧﻪ ﺧﻮﻧﺪ
اﻏﻴﺴﺘﻠﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه وﺧﺖ ﺿﺎﺋﻊ ﻛړى ﻧﻪ دى -او دﻟﺘﻪ ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺳﻔﺮي ﺷﻮاﺧﻮن ،ﻣﺤﻨﺖ
او ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ دَ زﻳﺎر ﺧﺒﺮه ﻛﻮوْ ..ﻧﻮ ﭘﻮرﺗﻨۍ ﭘﯧﺮه ﻳﺎ ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ﻫﻢ ﻣﻮﻧږ دَ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ ﻣﺼﺮوﻓﻴﺎت ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛﻮي -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﺮ څﻮ ﻛﻪ دَ دُﻧﻴﺎ ﭘﻪ ﻫﺮ ګﻮټ ﻛﯥ دَ ﻫﺎﻏﻪ ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﭘﻪ ښﻜﻼګﺎﻧﻮ ﻛﯥ ورك ﺷﻲ -ﺧﻮ دَ ﺧﭙﻞ ﻫﯧﻮاد
او ﺳﻴﻤﯥ ﻧﻪ ﭘﺮﯦﻜړى ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ دى -ﻫﻐﻪ ﻫﺮ ځﺎى ﻳﺎ ﻣﻮﻗﻌﯥ ﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﻗﻮم ځﺎن ﺳﺮه ګﻨډﻟﻰ وړي او ورﺗﻪ ﻫﻐﻪ
ﻣﻮﻗﻌﻪ اﺣﺴﺎﺳﻮﻟﻮ ﻛﻮﺷﺶ ﻫﻢ ﻛﻮي -ﻛﻮم ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﻗﻮم ﻳﺎ ﻫﯧﻮاد ﺳﻔﻴﺮ څﺮګﻨﺪوي -ﻟﻜﻪ ﭘﻪ دې
ﻻﻧﺪﯦﻨۍ ﭘﯧﺮه ﻛﯥ ﭼﯥ ﻟﻴﻜﻲ-
" داﺳﯥ واوره ﻛﻪ ځﻤﻮﻧږ ﭘﻪ ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ ورﯦﺪﻟﻰ ﻧﻮ دا ﺗګ راﺗګ ﺑﻪ ﻧﻪ وى ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ درﺳﺖ ژﻣﯥ ﻛﯥ
ﺑﻪ ﺧﻠﻖ دﻧﻨﻪ ﭘﻪ ﻛﻮروﻧﻮ ﻛﯥ ﻧﺎﺳﺖ وى"
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – (165
ﻧﻪ ﻳﻮازې دا ..ﺑﻠﻜﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ اّﺳټﺮﻳﺎ ﭘﻪ واورﻳﻨﻮ درو او ﻏﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻣﻮﻗﻌﻮ دَ ﺧﻮﻧﺪ
اﻏﻴﺴﺘﻠﻮ ﺧﺒﺮي ډﯦﺮي ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ ﻛﻮي او دا ﻫﻐﻪ وړﻣﺒﻰ ﻣﻠﻚ دى ﭼﯥ ﻫﺮه ﻧﻈﺎره ﻳﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق زړه او روح
ﺗﺨﻨﻮﻟﻰ دى -دې ﻧﻪ ښﻜﺎري ﭼﯥ ﻫﻐﻪ واوره زﻳﺎﺗﻪ ﺧﻮښﻮي -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ دَ واورﻳﻦ ﻣﻮﺳﻢ دَ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ اﺛﺮ دَ
ﻣﺨﯥ ﻫﻐﻪ ﻟږ ﺷﺎﻧﺘﯥ دَ اﻣﺮﻳﻜﻨﻲ ﭘﯧﻐﻠﯥ وﻧﻴﺴﺎ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ دَ ﺗﺨﻴﻼﺗﻲ روﻣﺎﻧﻮﻳﺖ داﺳﯥ ﭘﻪ ﻣﺰه ﻣﺰه ښﻜﺎر ﺷﻮى
ﻫﻢ دى ﻟﻜﻪ ..
" او وه ﻫﻢ دﻏﺴﯥ ﺧﺒﺮه ..ګﻮا ﻫﻐﯥ زﻣﺎ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻛﺘﻠﻮ او ﺳﺘﺮګﯥ ﭼﯥ ﻣﯥ څﻨګﻪ ورﺳﺮه څﻠﻮر ﺷﻮې -ﻧﻮ
داﺳﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺑﺮګﻮ ﺳﺘﺮګﯥ ﭘﻪ ﻣﺎ ﻛﯥ راښﺨﯥ ﻛړې ..ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ راﺗﻪ واﺋﻲ..
-ﺷﻮﻗﻪ! ﺗﻪ واﻗﻌﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺿﺪ ﻛﯥ ﭘښﺘﻮن اووﺗﯥ -ګﻨﯥ دَ ﻟﻮى ﺑﺎدار دَ ﻟُﻮر ﭘﻪ ﺣﯧﺚ ﺧﻮ ﻣﺎ
ﻏﻮښﺘﻠﻮ ﭼﯥ ځﺎن ﺗﻪ دي ﻣﺮﺋﻴﻰ ﻛړم
او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻧﺮۍ ﻣﻮﺳﻜﺎ ﻛﯥ ﻟﻪ ﺳﺘﺮګﻮ وﯦښﺘﻪ داﺳﯥ ﺷﺎﺗﻪ اوڅﻨډﻟﻮ ..ﻟﻜﻪ ﻫﻐﯥ ﭼﯥ زﻣﺎ دَ ﺳﺘﺮګﻮ
ﭘﻪ وړاﻧﺪې ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ دې ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻣﻮﺳﻢ ﻟﻪ ﺳﻮﺑﻪ ﻣﺎﺗﻪ ﺧﻮړﻟﻲ وي"
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – (165
٧ـ دَ ﻣﻮزارټ ﭘﻪ ﻣﻮﺳﻴﻘﻲ ﻛﯥ ﻣﺴﺮوره ګﻠﺪرې
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دَ وﺧﺖ دَ ﻳﻮ ﻋﻈﻴﻢ ﻣﻮﺳﻴﻘﺎر ﭘﻪ ﺑﺎب ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ښﯥ درﻧﯥ ﺧﺒﺮې ﺷﺘﻪ ﺑﻠﻜﻪ دا ﺳﻴﻤﻪ ﻳﯥ
دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﻮﺳﻴﻘﻲ ﭘﻪ ﺳﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﻣﺴﺮوره ښﻜﺎره ﻛړي ده -دې ﺳﺮه ﺳﺮه اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ " ﻣﻮزارټ ﭘﻪ ﻣﻮﺳﻴﻘﻲ
ﻛﯥ" دَ ﻋﻨﻮان ﻻﻧﺪې ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ځﻜﻪ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ځﺎن ﻣﻮزارټ اوګڼﻲ اودَ اّﺳټﺮﻳﺎ دَ درو ،وﻳﺎﻧﺎ ښﺎر ..او
ﺧﺎﺻﻜﺮ دَ ﺳﯧﻠﺰ ﺑﺮګ ﺧﻮاو ﺷﺎ ﺗﻪ ښﻜﻠﯥ ﻧﻈﺎرې او ﺧﻮاره واره ښﺎﺋﺴﺘﻮﻧﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ رﻧګﻪ ﻣﺤﺴﻮس ﻛړي او
ﺧﻮﻧﺪوﻧﻪ ﺗﺮﯦﻨﻪ واﺧﻠﻲ -ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق داﺳﯥ څﺮګﻨﺪ ﻛړي دي ﻟﻜﻪ ﭼﯥ اّّﺳټﺮﻳﻦ ﭘﻪ ګﻠﻮﻧﻮ،
رﻧګﻮﻧﻮ او ﭘﻪ ﻣﻮﺳﻴﻘۍ ورك ﻣﺌﻴﻦ ﺧﻠﻖ دي -ﻳﻮ ﺑﻞ ځﺎى ﺷﻮق دَ اّﺳټﺮﻳﻨﻮ ﭘﻪ ﺑﺎب ﻟﻴﻜﻲ-
" ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دﻟﺘﻪ دَ ښځﻮ ﺟﺎﻣﯥ څﻪ ګڼﻲ دي ..ﺧﻮ ﺷﻮﺧﻴﺎﻧﯥ ﻫﻢ څﻪ ﻛﻤﻲ ﻧﻪ ﻟﺮي ..ﭼﯥ ﻣﻮﻗﻌﻪ ﭘﻪ ﻻس
ورﺷﻲ ،ﻧﻮ دﻻﺳﻪ ﻳﯥ ﻧﻪ ورﻛﻮي"
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – (191
ﭘﻪ اّﺳﺘﺮﻳﺎ ﻛﯥ ﭼﯥ ﭼﺮﺗﻪ ﻫﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺗﻠﻠﻰ دى ..دَ ﻫﺎﻏﻪ ځﺎى او ﺧﻠﻘﻮ ﻳﯥ ﻳﻮ رُﺧﻲ ﻣﻄﺎﻟﻌﻪ ﻧﻪ ده
ﻛړي ..ﺑﻠﻜﻪ ﻏﯧﺮ ﺟﺎﻧﺒﺪار اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ دواړو اړﺧﻮﻧﻮ ﻟﻴﻜﻞ ﻛړي دي -او دَ دې ﻧﻪ ﻣﻮﻧږ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﻮ
اّﻓﺎﻗﻲ او ﺗﻌﻤﻴﺮي ﺳﻮچ ﻟﺮوﻧﻜﻰ داﺳﯥ ﻟﻴﻜﻮال ګڼﻠﻰ ﺷﻮ ﭼﯥ دَ ﺳﻮچ داﺋﺮې ﻳﯥ ﻣﺤﺪودﻳﺖ ﻧﻪ ﻟﺮي -او ﻧﻪ دَ
ﻳﻮې ﺧﺎﺻﯥ ﻧﻈﺮﻳﯥ ﭘﺎﺑﻨﺪ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺗﺤﺮﻳﺮ ﻛﯥ اّﻓﺎﻗﻲ ﻓﻜﺮ ﺗﻪ زﻳﺎت ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ ﻛﻮي -دﻟﺘﻪ ﭘﻪ
ﻳﻮرپ ﻛﯥ دَ اﻧګﻠﺴﻲ ژﺑﻲ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ دَ ﻣﺎﻳﻮﺳۍ ﻧﻪ ﻋﻼوه اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻣﻠګﺮو ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځ دَ ژﺑﯥ دَ اﻫﻤﻴﺖ او
ﺿﺮورت ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ) ﺻﻔﺤﻪ ﻧﻤﺒﺮ (193ﭼﯥ ډﯦﺮه ﺧﻮﻧﺪوره ښﻜﺎري ..ﺳﺮﺗﻪ رﺳﻮﻟﻮ ورﺳﺘﻮﺧﭙﻠﻪ ﺧﻮاره ژﺑﻪ ﭘښﺘﻮ
داﺳﯥ اﺣﺴﺎﺳﻮي او ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ ..
" ...ﻻﻛﻦ ﺧﭙﻠﻪ ژﺑﻪ ﺧﭙﻠﻪ وي ..ﻛﻪ ﻫﺮ څﻮ ﻫﻐﻪ وړه وي ﻳﺎ ﻏﯧﺮ ﻋﻠﻤﻲ او ﺳﺎﺋﻨﺴﻲ"
" ﻣﻨﻢ ..ﭼﯥ ﺧﺒﺮه ﻳﯥ ﺻﺤﻴﺢ ﻛﻮﻟﻪ ،ﺧﻮ ﻣﺎ دَ ﺧﭙﻠﻲ ﭘښﺘﻮ ﺳﺮه دَ ﺟﻨﻮن ﺗﺮ ﺣﺪه ﻣﻴﻨﻲ ﻟﻪ ﺳﻮﺑﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ
ﭘﻮرﺗﻨۍ ﺧﺒﺮې ﺑﺎﻧﺪې ﺟﺬﺑﺎﺗﻲ ټﻴﻨګﺎر څﻪ اوﻛړو ..ﭼﯥ ﻣﻠګﺮو دَ وړو ژﺑﻮ ﭘﻪ ﺑﺎب زﻣﺎ دا راﺋﻴﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ
ﺧﭙﻞ ﻧﻘﻄﻪ ﻧﻈﺮ ډﯦﺮه او ﻏﻨﺪﻟﻪ -او ﺑﻴﺎ ﻣﺨﺘﻪ ﻛﻪ ﻣﺎ ﻫﺮ څﻮ دﻻﺋﻞ ورﺗﻪ ﻗﻄﺎروﻟﻮ ،ﺧﻮ دَ ﻣﺸﺮ ﺑﺎدار
ﻟُﻮرﻛۍ دَ ﺗﭙﻞ ﺷﻮي راﺋﻴﯥ ﭘﻪ ﺣﻖ ﻛﯥ ﻣﻠګﺮو ﻣﺎﺗﻪ ګﺮﺳﺮه ﻏﻮږ ﻧﻪ ﻧﻴﻮﻟﻮ"
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – (194
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دَ ﻟﻴﻜﻮال دَ ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻮرﻧۍ ژﺑﯥ ﺳﺮه دَ ﻣﻴﻨﻲ او ﻣﺤﺒﺖ ﻛﻮم ﺟﺬﺑﺎﺗﻲ ﺗړون ..ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ
ﻳﻮه ﻓﻄﺮي ﺧﺎﺻﻪ ده ..ﻫﻐﻪ ﻫﻢ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﭘﻪ دې ﭘړاوْ ﻛﯥ دَ ﻗﺎري ﻧﻪ ﭘټ ﻧﻪ دى -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ وﻳﺎﻧﺎ دَ ﺳﯧﻞ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ دَ اّﺳټﺮﻳﻨﻮ ﭘﻪ ﺑﺎب داﺳﯥ ﺧﺒﺮې ﻫﻢ رﻗﻢ ﻛﻮي..
" ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دَ ﺟﻨﺖ ﻫﻴﻠﻲ ﻟﺮي ،ﺧﻮ دﻏﻪ اّﺳټﺮﻳﻦ دا ژوﻧﺪﻫﻢ ښﻪ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ ﺗﯧﺮوي -ګﻮا ﻣﻴﻮزﻳﻚ ﻳﯥ
ﻛﻤﺰوري او ډاﻧﺲ دَ ﺧﻮښﻲ ﺷﻴﺎن دي -او ﺑﻞ دا ﺧﻠﻖ دَ ﻫﻮټﻼﻧﻮ ﺷﻮق ﻫﻢ ﻟﺮي -دﻟﺘﻪ دې وﺧﺖ
15500ﺳټﯧﻨډرډ ﻛﯧﻔﯥ ﭘﻪ دې ښﺎر ﻛﯥ ﻣﻮﺟﻮدي دي"
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – (190
" دا ﺧﻠګ ﺧﻮ ﻫﻢ دَ ﺧﭙﻠﻮ ﺿﺮورﻳﺎﺗﻮ دَ ﻻرې ﻫﺎﻏﺴﯥ ﺧﻮاﺳﺖ ګﺮ دي ﻟﻜﻪ ځﻤﻮﻧږ دَ ﻫﯧﻮاد ﺳﻮاﻟګﺮ ...
ﺑﺲ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﻳﯥ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ دا دى ﭼﯥ زﻣﺎ ﭘﻪ ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ ﺳﻮاﻟګﺮ دَ دووْ وﺧﺘﻮﻧﻮ دَ ډوډۍ ﭘﻪ ﻏﻢ ﻛﯥ ﺑﻞ
ﺗﻪ ﻻس ﻧﻴﺴﻲ ..او دﻟﺘﻪ دا ﭘﻪ ﻇﺎﻫﺮه ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ﺧﻠﻖ ﻧﻮر ﻧﻮر ځﺎن وﺳﺎ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻏﻢ ډﻧګﺮﯦږي او ﭘﻪ
داﺳﯥ ﺳړو ﺷﭙﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﺳﻬﺎر ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﻏړي ﻧﻪ اﭼﻮي"
دﻟﺘﻪ ﻫﻢ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻫﺎﻏﻪ ځﺎى او دَ ﺧﭙﻞ ﻫﯧﻮاد ﻳﻮه ﻛﻮټﻠﻲ ﺗﻘﺎﺑﻠﻲ ﺟﺎﺋﺰه ﭘﻪ ډﯦﺮ ﺗﻨﻘﻴﺪي
ﻧﻈﺮ وړاﻧﺪې ﻛړي ده ..ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺗﻨﻘﻴﺪ او ﻏﻨﺪﻧﯥ ﺧﭙﻞ ﻫﻨﺮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ وړاﻧﺪې ﻛﻮي -ﭘﻪ ﭘﻮرﺗﻨﺌﻴﻮ ﺧﺒﺮو
ﻛﯥ ﺳﻮاﻟګﺮ او ﺧﻮاﺳﺖ ګﺮ ..ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻮ ﻣﻌﻨﻮ ﻛﯥ اﺧﻠﻲ ..ﻫﻐﻪ دَ ﻣﻐﺮب دَ ﻻ ﻟﭽﻮﻧﻮ او دَ ﻣﺸﺮق
دَ ﺑﻨﻴﺎدي ﺿﺮورﻳﺎﺗﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ ښﻪ ﻣﻌﻴﺎري ﺗﻨﻘﻴﺪي ﺟﺎﺋﺰه ګڼﻠﻰ ﺷﻮ -او ﭘﻪ ﻛﺎر ﻫﻢ داﺳﯥ دى ﭼﯥ ﺗﻨﻘﻴﺪ ﺗﻪ ﻫﻢ
دﻏﻪ رﻧګﻪ ښﺎﺋﺴﺘﻪ ژﺑﻪ ورﻛړل ﺷﻲ ﻟﻜﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻛﺎر راوﻟﻲ -
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دَ اﻳﻠﭙﺲ دَ ﻏﺮوﻧﻮ ﭘﻪ درو ﻛﯥ ﭼﯥ اّﺳټﺮﻳﺎ او اټﻠﻲ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ دي ..ﭘﻪ واوروﻛﯥ دَ
ټﺮﯦﻔﻚ ﺟﺎم ﭘﯧښﯥ وروﺳﺘﻮ ذﻛﺮ ﺷﻮي دَ ﺗﻜﺎﻟﻴﻔﻮ ﻗﻴﺼﻪ ﭼﯥ څﻨګﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ډراﻣﺎﺋﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﺑﻴﺎن
ﻛړي ده ...ﻫﻐﻪ ﻗﺎري ﺗﻪ دَ ﺧﻮف او وﻳﺮې ﻳﻮ ﺑُﻮږﻧﻮﻧﻜﻰ اﺣﺴﺎس ﺧﺎﻣﺨﺎ ورﻛﻮي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻛﯥ ښﺎﻏﻠﻰ
ﺷﻮق دَ ﻳﻮې داﺳﯥ ﺗﺠﺰﻳﯥ ﻧﻪ ﺗﯧﺮ ﺷﻮى دى ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺧﻮف ﻧﻪ دَ راوﺗﻮ دَﭘﺎره ﻳﯥ ډﯦﺮه ﻣﻬﻢ ﺟﻮﺋﻲ ﻛړي ده -او
داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ ﭼﯥ دَ دې ﺗﺮﺧﯥ ﺗﺠﺰﻳﯥ ﺧﻮف ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ اﻋﺼﺎﺑﻮ دَ ﻳﻮ وﻳﺮﯦﺪوﻧﻜﻮ ﺧﻮف ﻣﻨﻈﺮ
ﺟﻮړوي -دا ﻻﻧﺪي واﻗﻌﺎﺗﻲ رﻗﻢ ﺷﻮي ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ﭘﻪ دې اړه ﺗﺎﺳﻮ ﻟﻮﺳﺘﻠﻰ ﺷﺊ-
ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ اوګﻮرو ،ﻧﻮ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ډﯦﺮي زﻳﺎﺗﻲ وي ..ﻛﻮم ﺗﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ډﯦﺮ
ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ ډراﻣﺎﺋﻲ اﻧﺪاز ورﻛﻮي -ﺧﺎﺻﻜﺮﻛﻮﻣﻪ اوږده ﺧﺒﺮه ﻳﺎ ﻏټﻪ واﻗﻌﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ اﺧﺘﺼﺎر ﻳﺎ ﻋﻼﻣﺘﻲ
ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ﺳﺮﺗﻪ رﺳﻮل ﻏﻮاړي ..دَ ﻫﻐﯥ وﺿﺎﺣﺖ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻣﻜﺎﻟﻤﺎﺗﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ډﯦﺮ ښﺎﺋﺴﺘﻪ
ﻫﻨﺮﻛﯥ ﻛﻮي -
" ﭼﺮﺗﻪ ﭼﯥ ﻫﻢ ﻛﻮم ﻣﺬﻫﺐ دَ ﺟﻨﻮن ﺗﺮ ﻫﺎﻧﺪه زﻳﺎت ﻣﻨﻮﻧﻜﻲ ﻟﺮي ..ﻫﻠﺘﻪ ګﻮره ﭼﯥ څﻠﻪ دﻫﻮﻛﻪ ،ﻓﺮﯦﺐ ،
ﺷﻮﻛﻤﺎري ،ﺗﺮﻫﻪ ګﺮي او ﻧﻮر ﻧﻮر ﻏﯧﺮ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻛﺎروﻧﻪ ﻛﯧږي؟ "
" ﭼﯥ ﺷﯧﻄﺎن ﺧﻮ ﻫﻢ ﻫﻠﺘﻪ ،ﭼﺮﺗﻪ ﭼﯥ دَ رﺣﻤﺎن او اﻧﺴﺎن ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ ﻻرې ﻟﻨډﯦږي ﺧﭙﻞ زور او زﻳﺎر
زﻳﺎت ﭘﻪ ﻛﺎروي -او ﭼﺮﺗﻪ ﭼﯥ ﻛﺎروﻧﻪ دَ ﺷﯧﻄﺎن ﭘﻪ رﺿﺎ ﻛﯧږي ..ﻫﻠﺘﻪ ﻧﻮ ﺷﯧﻄﺎن ﻏﻮاړي څﻪ ؟ "
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻣﻠګﺮو ﻧﻪ ﺑﯧﻠﺘﻮن او ﻟﻪ ﻳﻮې ﺟﺰﻳﺮې ﺗﺮ ﺑﻠﯥ ﺟﺰﻳﺮې او ﻧﻮرو ﺟﺰﻳﺮو
ﭘﻮري دَ ﻧﺎﺑﻠﺪۍ دَ ﺳﻮﺑﻪ ورﻛﯧﺪل ﻫﻢ ﻳﻮ اﻓﺴﺎﻧﻮي ﭘړاوْ دى -ﭘﻪ دې ورك ﺳﻔﺮ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دوﻣﺮه ﭘﻪ ﺧﻮاږه
اﻧﺪاز دَ ﺧﭙﻠﻲ ﻣﺎﻳﻮﺳﻲ ﻗﻴﺼﻪ ﻛړي ده ﭼﯥ ﻗﺎري ځﺎن ﺳﺮه ﻣﻠګﺮى وړي -ﻟﻜﻪ ﻳﻮ ځﺎى ﭼﯥ ﻟﻴﻜﻲ..
" ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻣﯥ ﻫﻢ دَ ﺧﺪاﺋﻰ ﭘﻪ ﻧﻮم ﺗﻮﻛﻞ اوﻛړو او ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻻﻧﭻ ﻛﯥ ﻛﯧﻨﺴﺘﻢ ،ﭘﻪ ﻛﻮم ﻛﯥ ﭼﯥ ټﻮﻟﻮ
ښځﻮ او ﻧﺮاﻧﻮ ﻣﺎﺗﻪ او زﻣﺎ روﺳﻲ ﺧﻮﻟۍ ﺗﻪ او اوږده زﯦړ رﯦﻦ ﻛﻮټ ﺗﻪ داﺳﯥ ﻛﺘﻠﻮ ﻟﻜﻪ زه ﭼﯥ دَ دې
ﻧړۍ اﻧﺴﺎن ﻧﻪ او ﻻ ﺑﻴﺎ ﺧﭙﻠﻪ زه ﻣﺮﻳﺦ ﺗﻪ راﻏﻠﻰ ﻳﻢ -زه ﻫﻢ دَ ځﻴﻨﻮ ﻧﻮرو ﺳﻮارﻟﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﺎن وﻻړ وم او
اوﺑﻪ راڅﺨﻪ څڅﯧﺪﻟﯥ ﻟګﻴﺎ وې -
" ﭘښﺘﻮ ﻳﯥ راﺗﻪ ﺑﯥ ﭘښﺘﻮ ﻛړي ده او دَ ﺧﺪاﺋﻰ رﺳﻮل او اﺳﻼم ﭘﻪ ﻧﻮم ﻳﯥ ﺗﺶ ﺗﺮ ﭼﻮﻛۍ ﭘﻮرې دَ
رﺳﯧﺪﻟﻮ اوزار ﺟﻮړ ﻛړى دى ،ﻻﻛﻦ دا ﺑﯧﻠﻪ ﺧﺒﺮه ده ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻮئ دَ ﺧﯧټﻮ ﭘﻪ ﭘړﺳﻮﻟﻮ ﻛﯥ دَ دې ﺳﺎده
او ﺑﻮده وزﻣﻪ اوﻟﺲ ﻫﻢ ښﻪ ﻟﻮﺋﻰ ﻻس دى ..ﭼﯥ ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻛښﯧﻨﻮي "
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – ( 242
ﭘﻪ دې ﺧﻮب ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮرپ دَ ﻧﻔﺴﺎﻧﻔﺴۍ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﭼﯥ ﻛﻮﻣﯥ ﻛﻮﻣﯥ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرې ذﻛﺮ
ﻛړي دي ..ﻫﻐﻮ ﻧﻪ دَ ﻳﻮرپ دَ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ژوﻧﺪ او دَ ﻫﻐﻮ دَ روﺋﻴﻮ ﻋﻜﺎﺳﯥ ﭘﻪ داﺳﯥ ﻫﻨﺮي اﻧﺪاز ﺷﻮي ده ﭼﯥ
ﻗﺎري ﺗﺮﯦﻨﻪ دَ ﺧﻮﻧﺪ اﻏﻴﺴﺘﻠﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ﻫﻢ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ -دا دَ ﻳﻮ ﻫﻨﺮﻣﻨﺪ ﻟﻴﻜﻮال ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ
ﻟﻮﺋﻴﻪ ﺧﺎﺻﻪ ده ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻞ اﻇﻬﺎر ﺗﻪ څﻨګﻪ ژﺑﻪ ورﻛﻮي ..دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دې ﻻﻧﺪﯦﻨﺌﻴﻮ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﭘټﻮ اﺷﺎرو
ﻧﻪ ﻣﻮﻧږ اﻧﺪازه ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ-
" ﻫﻮ ..ﻣﺎ وﺋﻴﻞ ﻟﻜﻪ ﻫﺎﻏﻪ ﺳﭙﻴﺎن ﭼﯥ ﺑﻪ ﻣﻮﻧږ ﻟﻪ دې ﻃﻮﻓﺎﻧﻲ اوﺑﻮ ژﻏﻮري -وﻟﯥ ﻫﻐﻮئ ﺧﻮ ﻧﻪ
ډوﺑﯧږي -ﻻﻛﻦ ﺑﻴﺎ ﭼﯥ ﻣﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﻟﺮې وَ داﺳﯥ ﺳﭙﻲ ﺗﻪ ﭘﺎم ﺷﻮ ﭼﯥ دﻏﻪ وو ....ﻳﻮې ﭘﯧﻐﻠﯥ ﻟﻪ اوﺑﻮ
اﻳﺴﺘﻠﻮ ..ﻧﻮ ﻣﯥ زړه ﻛﯥ دا ﺧﺒﺮه راﻏﻠﻪ ..ﭼﯥ ﻫﻮ ،رﻳښﺘﻴﺎ ﺳﭙﻴﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﺧﻮ ﭘﻪ روﭘﺎ ﻛﯥ ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﺗﺮ
اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﻫﻢ ﭘﻪ درﻧﻪ ﺳﺘﺮګﻪ ﻛﺘﻞ ﻛﯧږي" -
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – ( 262
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دا ﭘﯧﺮاګﺮاف دَ ﺧﻮب دَ ﻳﻮ ﻣﻨﻈﺮ ﻧﻪ راﻧﻘﻞ ﺷﻮى دى ﺧﻮ دَ اروﭘﺎ ﭘﻪ ﻃﺮز زﻧﺪګۍ ﺑﺎﻧﺪې ﻳﻮ
داﺳﯥ ﺗﻨﻘﻴﺪي ګﺰار دى ﭼﯥ دَ ﺷﻮق دَ ﺳﻔﺮ ځﺎﻧګړﺗﻴﺎ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﻧﻮره واﺿﺤﻪ ﻛﻮي -دَ وﻳﻨﺲ ﻧﻪ ﻋﻼوه اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق ﺑﻞ وړﻛﻮټﻲ ﻫﯧﻮاد ﺳﺎن ﻣﺮﻳﻨﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻛﯥ ﻳﻮ ﻛﻠﻲ وال ﻫﯧﻮاد وﺋﻴﻞ ﻫﻢ ﺗﻨﻘﻴﺪي ﻧﻴﻮﻛﯥ ﭘﻪ
ځﺎن ﻛﯥ ﻟﺮي -ﻟﻜﻪ ..
" ﻣﻮﻧږ اوس ﺳﺎن ﻣﺮﻳﻨﻮ،ﭼﯥ ځﺎﻧﺘﻪ ﻳﻮ ﺧﭙﻠﻮاﻛﻪ ﻫﯧﻮاد دى ..ﭘﻪ ﺧﻮا روان ﻳُﻮ -ﭼﯥ ﻛﻪ ﻳﻮ وړوﻛﻰ
ﻣﺎډرن ﻛﻠﻰ ورﺗﻪ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ ﻧﻮ ﺑﻪ ښﻪ ځﻜﻪ وي ﭼﯥ اّﺑﺎدي ﻳﯥ ﺗﺮ ﺷﻠﻮ زرو ﻛﺴﺎﻧﻮ زﻳﺎﺗﻪ ﻧﻪ ده" -
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – ( 268
ﻧﻪ ﺗﺶ دا ،ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دَ اﺳﻴﺴﻲ ﺳﯧﻞ ﻫﻢ ﺷﺎﻣﻞ دى ..ﭼﺮﺗﻪ ﭼﯥ دَ ﺳﺎن ﻓﺮاﻧﺴﻴﺲ ﻣﺰار دى ﭼﯥ ورﺗﻪ
ﭘﻪ زرګﻮﻧﻮ ﺧﻠﻖ ﻫﺮ ﻣﻮﺳﻢ ﻛﯥ زﻳﺎرت ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻪ راځﻲ -ﭘﻪ دې ښﺎر ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق او ﻣﻴﺮﻧﺎ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ دا
ﻻﻧﺪې رﻗﻢ ﺷﻮي ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ډﯦﺮ ﺑﺎﻣﻄﻠﺒﻪ ده ..
" -دا ﺳﺘﺎ دَ ﺳټډي اﻧﺪاز ﻣﯥ ډﯦﺮ ﺧﻮښ دى ..ﻳﺎدوم ﺑﻪ دي -او ﺑﻞ ﺗﻪ دَ ﻣﺴﻠﻤﺎن ﻛﯧﺪو ﭘﺮﺗﻪ ﻫﻢ
ﭼﺮﭼﻮﻧﻮ ﺗﻪ اﺣﺘﺮام ﻟﺮې -ﻣﺎ داﺳﯥ ﺳﻨﺠﻮﻟﻲ دي
ﻣﺎ ﻫﻢ ﻣﺦ ور اړوﻟﻮ ﺳﺮه ﺳﻢ ورﺗﻪ ﭘﻪ ډﯦﺮه ﻋﺎﺟﺰۍ اووﺋﻴﻠﻮ..
" ﻫﻮ ،ﻣﻴﺮﻧﺎ ..زه اول اﻧﺴﺎن ﻳﻢ ﺑﻴﺎ ﻣﺴﻠﻤﺎن -ﺧﻮ ﻫﺮ اﻧﺴﺎن ﺗﻪ دَ ﻗﺪر ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻪ ﻛﺘﻞ او دَ ﺑﻞ دَ ﻣﺬﻫﺐ
اﺣﺘﺮام ﻛﻮل ﻧﻪ ﺗﺶ زﻣﺎ ﺑﻠﻜﻪ دَ اﺳﻼم ﺗﻌﻠﻴﻤﺎت دي
-ﻫﺮ ﻟﻴﻜﻮال او ﺷﺎﻋﺮ داﺳﯥ ﻧﻈﺮ ﻟﺮي؟
ﻫﻐﯥ ﻟﻪ ﻣﺎ ﭘﻮښﺘﻨﻪ اوﻛړه..
-ﻫﻮ ،ﻛﻪ واﻗﻌﻲ ﺷﺎﻋﺮ او ﻟﻴﻜﻮال وي ﻫﻠﻪ -وﻟﯥ ﭼﯥ ﻣﺜﺎﻟﻲ اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ ﺧﻮ دَ ادب ﻳﻮازﻳﻨﻰ ﻣﺮام دى -
او دا ﺑﯧﻞ ﺑﯧﻞ ﻣﺬﻫﺒﻮﻧﻪ ﻳﯥ ورﺗﻪ دَ رﺳﯧﺪﻟﻮ ﻻري ﺧﻮ دي "
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – ( 272
ﭘﻪ دې ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق اوﭼﺖ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻓﻜﺮ او اّﻓﺎﻗﻲ ﻣﺮام ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﻟﻮﺋﻰ اﻧﺴﺎن څﺮګﻨﺪوي -
" -ﺷﭙﻪ ﻣﻮ څﻨګﻪ ﺗﯧﺮه ﻛړه؟ ﭼﻴټ ﺧﻮ ﻧﻪ ﺷﻮﻻﺳﺖ؟ څﻮك ﭼﯥ ﻧﻪ ﻫﻢ وي ﭼﻴټ ﺷﻮي ..ﻧﻮ ﻫﻐﻪ دې
ﺧﭙﻞ ﺟﯧﺒﻮﻧﻪ او ﭘﺮﺳﻮﻧﻪ اوګﻮري ..ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﻮب ﻛﯥ ﻟُﻮټ ﺷﻮي وي
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – ( 292
دﻟﺘﻪ داﺳﯥ څﺮګﻨﺪﯦږي ﭼﯥ ﭘﻪ روم ﻛﯥ دَ ﭼﺎ ﻧﻪ دﻫﻮﻛﻪ ﻛﯧﺪل ﻳﻮه ﻣﻌﺠﺰه ده -او ﻗﺎري دا اﺧﺬ ﻛﻮﻟﻰ
ﺷﻲ ﭼﯥ ﻫﻠﺘﻪ دﻫﻮﻛﻪ ﺑﺎزي ﻳﻮه ﻟﻮﺑﻪ او ﻫﻨﺮ ګڼﻠﻰ ﺷﻲ -ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻫﻨﺮي ﺗﺤﺮﻳﺮ ﻛﯥ دَ ﭼﺎﻧﻪ ﻛﻢ
ﻧﻪ دى -ﺧﭙﻞ ﺗﻨﻘﻴﺪ َد اﺷﺎرو دَ ﻻرې داﺳﯥ ورﺑﺎﻧﺪې ﻛﻮي -ﻟﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻻﻧﺪې ﭘﯧﺮه ﻛﻲ-
" دﻟﺘﻪ ﻫﺮ ﻫﺎﻏﻪ ﺳړى ﺑﻠﻞ ﻛﯧږي ﭼﯥ ﺳﻴﻨﻪ ﻫﻮاره ﻟﺮي -او ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ ﻫﺮ ﻫﺎﻏﻪ ﻛﺲ ښځﻪ ﻳﺎدﯦږي
ﭼﯥ ﭘﻪ ﺳﻴﻨﯥ ﺑﺎﻧﺪي دوې ﻏﻮټۍ ﻧښﺘﻲ ﻟﺮي -او ﺑﺲ دا ﻫﺎﻏﻪ ﺗﻮﭘﻴﺮ دى ﭼﯥ ﻣﺎ راﺑﺮﺳﯧﺮه ﻛړو"
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – ( 300
دا ﭘﻮرﺗﻪ ورﻛړى ﺷﻮى ﭘﯧﺮاګﺮاف دَ ﻣﻌﻨﻮي ﺗﻨﻘﻴﺪ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ وړاﻧﺪي ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻛﯥ
ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ اﺧﻼﻗﻲ ﺗﻮر دى -ﺑﻠﻜﻪ دﻏﻪ رﻧګﻪ اﺷﺎرې ﻳﯥ ﭘﻪ ﻧﺎﻗﺪاﻧﻪ ﺗﻮګﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﺗﻨﻘﻴﺪي راﺋﻴﯥ ﻫﻢ ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻲ -
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دَ روﻣﻨﻮ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا راﺋﻴﯥ ډﯦﺮ ﻟﻮﺋﻰ اﻫﻤﻴﺖ ﭘﻪ دې ﻟﺮي ..ﭼﯥ داﺳﯥ
ﺧﺒﺮه ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ دَ ﻳﻮ ﻟﻴﻜﻮال دَ ﻗﻠﻢ ﻧﻪ رﻗﻢ ﻛﯧږي ..ﻟﻜﻪ
" روﻣﻦ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﻏﺎوره دي ،ﻫﻐﻮﻣﺮه دَ ﭘﻴﺴﻮ دﭘﺎره ﺑﻴﺰو ﺑﺎزۍ ﻫﻢ ﻛﻮي -ګﻮا ﭼﯥ ﭼﺮﺗﻪ ګﻮرې ،ﻧﻮ
دَ ﻧﺮاﻧﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه ﻳﯥ ښځﻮ ﻫﻢ دَ ﺳﯧﻼﻧﻴﺎﻧﻮ دﭘﺎره ﭘﻪ ﻫﺮ ګﺎم ﺗﻠﻜﯥ ﻟګﻮﻟﻲ وي -ﻟﻜﻪ دَ ﺧﻮاﺳﺖ دَ
ﻧﺎﺑﻠﺪو ﭼﻠﻮﻧﻮ ﭘﺮﺗﻪ دا ﻳﻮ ﻣﺸﻬﻮره ﻋﺎدت ﻫﻢ ..ﭼﯥ ﭘﯧﻐﻠﯥ دﻟﺘﻪ ﻟﻪ ﺳﯧﻼﻧﻴﺎﻧﻮ څﺨﻪ اﻛﺜﺮه دَ ﺳګﺮﯦټ ﻳﺎ
ﻻﺋټﺮ ﻏﻮښﺘﻠﻮ ﭘﻪ ﺑﻬﺎﻧﻪ دَ ﻫﻐﻮئ ﺗﺮ ﺟﯧﺒﻮﻧﻮ ځﺎﻧﻮﻧﻪ رﺳﻮي"
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – ( 299
دا ﺧﺒﺮې اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻐﻪ وﺧﺖ رﻳﻜﺎرډ ﻛﻮي ﭼﯥ دَ ﻣﺎﺋﻴﻜﻞ اﯦﻨﺠﻠﻮ دَ ﺑُﺖ ﭘﻪ وړاﻧﺪې اﺣﺘﺮام او دَ
ﻫﻐﻪ دَ ﻗﺒﺮ زﻳﺎرت ﻛﻮﻟﻮ ﻛﯥ وﻳﺎړ ﻣﺤﺴﻮﺳﻮي-
دﻟﺘﻪ ﻫﻢ ﺷﻮق دَ ﺳﯧﻨټ ﻛﺮوس ،ﺟﻨﯧﻮا او ځﻴﻨﻮ ﻧﻮرو ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﻣﺘﺎﺛﺮه ﻛﯧﺪﻟﻮ ﻋﻼوه ﻫﻢ دَ دې ځﺎى دَ
ﺧﻠﻘﻮ دَ ﻣﺴﺘۍ وړاﻧﺪې ځﺎن ﻧﺎﺷﻮﻗﻪ ګڼﻲ -او دَ ﻣﺸﺮﻗﻴﺖ ﭘﻪ اﺷﺎرﺗﻲ ژﺑﻪ ﻛﯥ ﺧﺒﺮي ﻛﻮي ..ﻟﻜﻪ
" څﻮﻣﺮه ﻣﺴﺘﻲ ده ﭘﻪ دې ﺧﻠګﻮ ﻛﯥ ؟ دَ دې ﺳﻮال ﻫﺮ ځﻮاب ﻛﻪ ﻳﻮې ﺧﻮاﺗﻪ دَ ﺣﯧﺮت ګﻮﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﻠﻪ
ﻛﻮﻟﻢ ..ﺧﻮ ﺑﻠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻢ دَ ﺗﺼﻮراﺗﻮ ﭘﻪ ﺳﻤﻪ ﭘﻪ وﻳښﻮ ﺳﺘﺮګﻮ وﻳﺪه ﺷﻮى وم -او اوس دا ﻳﻢ
ﭼﯥ راوﻳښ ﺷﻮم -وﻟﯥ ﭼﯥ دَ اﻳﺴټﺮ ﻟﻮﻣړۍ دﻗﻴﻘﻪ ده او ﭘﻪ ﺣﺎل ﻛﯥ ﻛﻪ ﻳﻮ ﻧﺎﺷﻮﻗﻪ دى ....ﻧﻮ ﻫﻐﻪ زه
ﻳﻢ ،ﭼﯥ دَ ﺗﻤﺎﺷﯥ ﺑﺮﺧﻪ ﻧﻪ ،ﺑﻠﻜﻪ ﺗﻤﺎﺷﻪ ﺑﻴﻦ ښﻜﺎرم "
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – ( 317
دَ ﺗﯧﺮو ﺑﺎﺑﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﺎن ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ ﻫﻢ ﺷﻮق دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ دَ ﺧﻮښﯥ دَ ﺧﻴﺎل ﺳﺎﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل ﻳﻮه وړه
ﻗﻴﺼﻪ دَ اﻳﺴټﺮ دَ ﺗﺤﻔﻮ دَ ﺗﺒﺎدﻟﯥ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ډﯦﺮه ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ وړاﻧﺪې ﻛړي ده ..ﺑﻠﻜﻪ ﻳﻮ ډراﻣﺎﺋﻲ او
اﻓﺴﺎﻧﻮي رﻧګ ﻳﯥ ﻫﻢ ورﻛړى دى -
اوس ﭘﻪ اّﺧﺮ ﻛﯥ زه ﻏﻮاړم ﭼﯥ دَ ﻟﻴﻜﻮال دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ دَ ﺑﻴﺎﻧﻴﻪ اﻧﺪاز دا ﻳﻮ ﭘﯧﺮا ګﺮف ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ دې
وړاﻧﺪې ﻛړم ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺑﻴﺎن اُﺳﻠﻮب څﻨګﻪ دى ؟
" دَ ﻟﻴګﻮرﻳﻦ دَ ﺳﻤﻨﺪر ﻟﻪ څﻨډي ﺳﺮه ﺳﺮه ﻣﻮﻧږ ﻣﺨﺘﻪ روان وو -ﻻﻛﻦ ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﺑﻪ ﺳﻤﻨﺪر ﻟﻪ ﻣﻮﻧږه او
ﻳﺎ ﺑﻪ ﻣﻮﻧږه ﻟﻪ ﺳﻤﻨﺪر څﺨﻪ ﭘټ ﺷﻮﻟﻮ -او دﻏﻪ رﻧګﻪ ﭘﻪ دې ﭘټ ﭘټﺎڼﮕﯥ ﻛﯥ ﻳﻮ وﺧﺖ ﭼﯥ دَ ګﻬړۍ
ﺳﺘﻨﯥ ﻳﻮې ﺑﺠﯥ ﺗﻪ اورﺳﯧﺪﻟﯥ ،ﻧﻮ دَ ﻟﻮې ﻻرې ﭘﻪ ﻳﻮ رﯦﺴټﻮرﯦﻨټ ﻛﯥ دَ ﻏﺮﻣﯥ ډوډۍ ﺧﻮړﻟﻮ ﭘﻪ
ﻧﻴﺖ ﻛښﺘﻪ ﺷﻮﻟﻮ -
-دا څﻪ ﻋﺠﺒﻪ ورور او ﺧﻮر دي ..ﺗﺎ ﻛﻠﻪ ﺧﻴﺎل ورﺗﻪ ﻛړى دى ؟
ﻣﺎ ﻫﻐﻮ ﭼﻴﻨﺎﺋﻲ Malayﻣﻠګﺮو ﺗﻪ ﻛﺘﻠﻮ ورﺳﺘﻪ ﻟﻪ روﻧﻲ څﺨﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺳﻮال ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ ﭘﻮښﺘﻨﻪ
اوﻛړه -
-څﻪ ﻣﻄﻠﺐ ؟ ﭘﻮﻫـ ﻧﻪ ﺷﻮم
-ﻫﻐﻪ ګﻮره ډﯦﻨﻲ څﻨګﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﺧﻮر ﻻﺳﻮﻧﻪ وﻫﻲ ﻟګﻴﺎ دى" -
او رښﺘﻴﺎ ﺧﺒﺮه ﻫﻢ وه ،وﻟﯥ ﭼﯥ دې وﺧﺖ ﻫﻠﺘﻪ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږ څﺨﻪ ﭘﻪ څﻪ ﻓﺎﺻﻠﻪ ﻧﺎﺳﺖ ﭼﺎﺋﻨﻴﺰ ﻣﻠﯥ ﻣﻠګﺮي
ډﯦﻨﻲ ﻫﺎوْ دَ ﺧﭙﻠﯥ ﭘﯧﻐﻠﯥ ﺧﻮر ﭘﻪ ادوم ﺑﺎﻧﺪې ﻻس داﺳﯥ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ ﺧﻮﻧﺪ وﻫﻠﻮ ،ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﻳﯥ
ﺧﻮر ﻧﻪ ﺑﻠﻜﻪ " ...
) ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې ..ﻣﺦ – ( 324
ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ
ﻧﻮښﺎر ﻛﺎﻛﺎ ﺻﺎﺣﺐ _ ﻧﻮﻣﺒﺮ ﻛﺎل 2004
« ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ «
څﻮﻣﺮه واﻗﻌﺎت او اﺗﻔﺎﻗﻲ ښﻜﻠﻲ ﺣﺎدﺛﺎت ،ﭼﯥ ﭘﻪ ډراﻣﺎﺋﻲ او اﻓﺴﺎﻧﻮي اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻣﻮﻧږ دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮرپ دَ ﺳﯧﻞ ﭘﻪ وړﻣﺒۍ ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ دَ " ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې " ﻧﻮﻣﯥ ﻛﺘﺎب ﻛﯥ اوﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ...ﻫﻢ
ﭘﻪ دﻏﺴﯥ ﺑڼﻪ دﻏﻪ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻣﻬﻢ ﺟﻮﺋﻴﺎﻧﻪ او ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﭘﻪ دې دوﻣﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻳﻌﻨﯥ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ
" دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر" ﻛﯥ ﻫﻢ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﻧﻮ ځﻜﻪ زه ﻏﻮاړم ﭼﯥ دَ دې ﺑﺮﺧﯥ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﻫﻢ ﺧﭙﻞ ﺗﻨﻘﻴﺪي ﻧﻈﺮ دَ
ﺧﭙﻞ ﺗﻨﻘﻴﺪي ﺻﻼﺣﻴﺖ دَ ﻻرې وړاﻧﺪې ﻛړم -
دوﻣﻪ ﺑﺮﺧﻪ
ﭘﻪ ﺗﯧﺮ ﻣﻀﻤﻮن ﻛﯥ ﭼﯥ ﻣﺎ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻧﻮې ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ " ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې" ﻛﻮم ﺗﻨﻘﻴﺪي ﻧﻈﺮ
ﻟﻴﻜﻠﻰ وو ..ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﻛﯥ ﻣﺎ دا ذﻛﺮ ﻛړى دى ﭼﯥ دا ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﭘﻪ دووْ ﺑﺮﺧﻮ ﻣﺸﺘﻤﻠﻪ ده -ځﻜﻪ اوس ﭘﻪ دې
ﻣﻀﻤﻮن ﻛﯥ دَ دﻏﻪ ﺳﻔﺮوﻧﻮ دَ ﺳﻠﺴﻠﯥ ﭘﻪ دوﻳﻤﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﻫﻢ ﺧﭙﻠﻪ ﺗﻨﻘﻴﺪي راﺋﻰ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ وړاﻧﺪې ﻛﻮم -
دﻟﺘﻪ دا ﺧﺒﺮه دوﺑﺎره ﻛﻮل ﻫﻢ زه ﺿﺮوري ګڼﻢ ﭼﯥ دا ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ " دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر" ﻫﻢ ﭘﻪ دوﻟﺴﻮ ﺑﺎﺑﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې
ﻣﺸﺘﻤﻞ ځﺎﻧﺘﻪ ﭼﺎپ ﻳﻮ ﺑﻴﻞ ﻛﺘﺎب دى ﭼﯥ اّﺧﺮي ﻣﺴﻮده ﻳﯥ زﻣﺎ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﭘﺮﺗﻪ ده ..او زه ﻏﻮاړم ،دَ ﺧﭙﻞ
اﺳﺘﻌﺪاد ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ورﺳﺮه اﻧﺼﺎف اوﻛړم -دﻟﺘﻪ دا ﻫﻢ ﺿﺮوري ګڼﻢ ﭼﯥ دَ دې ﻣﺴﻮدې دَ ﺑﯧﻞ ﺑﯧﻞ ﺑﺎب ﺗﻨﻘﻴﺪي
ﺟﺎﺋﺰه ﺗﺎﺳﻮ ﺗﻪ وړاﻧﺪې ﻛړم -ﺧﻮ څﻪ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﻧﻪ ﻣﺦ ﻛﯥ دا ﺧﺒﺮه ﻛﻮل ﺿﺮوري ګڼﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺑﺮﺧﻪ ﻛﯥ ﻫﻢ دَ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دواړې ﻋﻤﺮاﻧﯥ ﻣﻄﺎﻟﻌﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﻳﻮرﭘﺌﻴﻨﻮ دَ ژوﻧﺪ او ژﺑﻮ ﭘﻪ اړه ﻛړي وې ..ﻫﻐﺴﯥ دَ ﻫﺮ ﺑﺎب
ﺳﺮه ﺳﺮه ﺧﭙﻠﯥ دﻟﭽﺴﭙﻴﺎﻧﯥ ﺑﺮﻗﺮاره ﺳﺎﺗﻲ او ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ ډﯦﺮ ﻧﺎﺑﻠﺪه ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ورﺳﭙﺎري -ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دا ..
ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺳﻔﺮوﻧﻮ دَ ﺣﺎل ﺳﺮه ﺳﺮه دَ ﻫﺮ ﻫﯧﻮاد او ځﺎﻳﻮﻧﻮ ﺗﺼﻮﻳﺮوﻧﻪ دَ ﻋﻜﺴﻲ ﻳُﻮن ﭘﻪ
ﺗﻮګﻪ ﭘﻪ دې ﻛﺘﺎب ﻛﯥ ځﺎى ﻛړي دي -دَ ﻛﻮﻣﻮ ﻧﻪ ﭼﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﻳﻮ ﻣﺠﻤﻮﻋﻲ ﺗﺎﺛﺮ ﻫﻢ اﻏﻴﺴﺘﻰ ﺷﻲ -
" دا ﻫﻐﻪ ﻛﺎﺳﻴﻨﻮ ده ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺣﯧﺜﻴﺖ ﻟﺮي او دَ دُﻧﻴﺎ ﻣﺎړه ﻣﺎړه ﺧﻠﻖ ﻟﻜﻪ ﻓﻠﻤﻲ ﺳﺘﻮري،
ﻛﺎرﺧﺎﻧﻪ داران او ﻋﺮﺑﻲ ﺷﯧﺨﺎن ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ﻛﯥ ﻳﻮ ځﻞ دﻟﺘﻪ دَ ﺟﻮارۍ ﻛﻮﻟﻮ ﻫڅﻪ ځﻜﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ
ځﺎن دَ ﺗﺎرﻳﺦ ﺑﺮﺧﻪ ﺟﻮړوي"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ (13 -
ﺑﻴﺎ ﻛﻪ وړاﻧﺪې څﻪ ﻫﻢ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﻧﻮرو ﻣﻠګﺮو ﺳﺮه ﻣﻠګﺮى دَ دې ﺟﻮاﺧﺎﻧﯥ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺑﺮﺧﻪ ) ﭘﻪ
ﭘﻨځﻮ ډاﻟﺮاﻧﻮ ﺑﺎﺋﻴﻠﻠﻮ( ﺟﻮړﯦږي ..ﻧﻮ دَ دې ځﺎى دَ ﻣﺎﺣﻮل ﭘﻪ ﺑﺎب ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ..
" ﻫﻠﺘﻪ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ زاړه ﺧﻠﻖ زﻳﺎت ښﻜﺎره ﻛﯧﺪﻟﻮ ..ﺧﻮ دَ ﭘﯧﻐﻠﻮ او ځﻮاﻧﺎﻧﻮ ﻫﻢ څﻪ ﻛﻤﻰ ﻧﻪ وو ،ﭼﯥ
ﺧﭙﻞ ﺧﭙﻞ ﻗﺴﻤﺘﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮ ﻣﯧﺰوﻧﻮ ﺗﻠﻠﻮ ﻟګﻴﺎ وو -او ﻫﺮ ﻳﻮ ښﻪ ډﯦﺮ ﻏﻮﺋﻴﻰ ﺷﻮى ﻫﻢ وو"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ (13 -
ﭘﻪ دواړو ﭘﻮرﺗﻨﻮ ﭘﯧﺮاګﺮاﻓﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺳﯧﻼﻧﻰ دَ دﻏﻪ ﺟﻮاﻧﺎﻧﯥ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ورﻛﻮي ،ﺧﻮ ﭘﻪ
ﻋﻼﻣﺘﻲ ﺷﻜﻞ او ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ -ﻟﻜﻪ " ﻏﻮﺋﻴﻰ ﻛﯧﺪل" رﻧګﻪ ﻧﻮي ﻣﺤﺎوره ﻳﺎ ﻟﻔﻈﻲ ﺗﺮﻛﻴﺐ راوړﻟﻮ ﻛﯥ ډﯦﺮ څﻪ
وﺋﻴﻞ ﻏﻮاړي -ﻛﻮم ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ اﻧﺪاز ﻳﻮ ﺑﺸﭙړه ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ ده -دَ دې ﻧﻪ ﻋﻼوه ﭘﻪ دﻏﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮي ﺑﺎب
ﻛﯥ دَ ﻧﻴﺲ ښﺎر ﺳﺮه ﺗړﻟﻲ دَ ټﻴﻨﺎ ،ﺟﯧﻦ او ﻛﺮﺳټﻲ ﻫﺎﻏﻪ ﻗﻴﺼﻪ ﻫﻢ ډﯦﺮه ﭘﻪ اﻓﺴﺎﻧﻮي او روﻣﺎﻧﻮي اﻧﺪاز ﻛﯥ
ﺑﻴﺎﻧﻮي -ﻛﻮﻣﻪ ﭼﯥ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ﻣﺸﻬﻮره ﻧﻈﻢ " زه ،ﻧﻴﺲ او ﺷﭙﻪ دَ ﻳﺎدوﻧﻮ" ) ﭼﺎپ " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ
څﯧﺮې" ( ﻛﯥ ذﻛﺮ ﻛړي ده -ﻳﻌﻨﯥ ﻣﻄﻠﺐ دا دى ﭼﯥ " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻛﯥ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ ﻫﻢ
ﺳﯧﻼﻧﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻳﻮرپ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻲ ﭼﺎپ ﻛړي دي ..ﻫﻐﻪ ﻳﯥ وﺧﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ ﭘﻪ دﻏﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ
ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﻛﯥ ذﻛﺮ ﻛړي دي -ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ دا ﺧﺒﺮه رښﺘﻮﻧﻲ څﺮګﻨﺪوي ..ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ټﻮﻟﻪ
ﺷﺎﻋﺮي ..دَ ﻫﻐﻪ دَ رښﺘﻮﻧﻮ ﻣﺸﺎﻫﺪو ﻳﺎ واﻗﻌﺎﺗﻲ ﭘﯧښﻮ ﺳﺮه اړه ﻟﺮي ﻧﻮ ځﻜﻪ دا ﻫﺮ څﻪ ﻫﺮ څﻪ ﭼﯥ ده ﻧﻈﻢ ﻛړي
دي ..ﻣﻮﻧږ دا دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﻨﻈﻮﻣﯥ ﺑﺎﺋﻴﻮګﺮاﻓﻲ ﺑﺮﺧﻪ ګڼﻠﻰ ﺷﻮ-
ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﺳﯧﻼﻧﯥ ﺗﺶ څﻴﺰوﻧﻮ ﺗﻪ ﻛﺘﻠﻲ راﻛﺘﻠﻲ ﻧﻪ دي ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻫﺮ ﻧﻮي څﻴﺰ او اﻧﺴﺎﻧﻲ
روﺋﻴﯥ ادراك ﻛﻮﻟﻮ ﻛﻮﺷﺶ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻛړى دى -ﻛﻮم ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻮ -او دا دَ ﻛﺎﻣﻴﺎﺑﻪ ﺳﻴﺎح
ﻫﻨﺮ ﺑﻠﻞ ﻛﯧږي ..ﻛﻮم ﭼﯥ ځﻤﻮﻧږ ﭘﻪ دې ﭘښﺘﻮن ﺳﯧﻼﻧﻲ ﻛﯥ ﺷﺘﻪ -ﻟﻜﻪ ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻓﺮاﻧﺲ
ﻛﯥ ﻛﻪ ﻳﻮ ﻃﺮف ﺗﻪ دَ ﻛﺎﻧﺰ ﻧﺎﻣﯥ ښﺎر ﻧﻪ ﻣﺘﺎﺛﺮه ﻛﯧږي ﻫﻢ ..ﻧﻮ ﺑﻠﺨﻮا دَ ﻓﺮاﻧﺴﻮﻳﺎﻧﻮدَ روﺋﻴﻮ او اﺣﺴﺎﺳﺎﺗﻮ ﭘﻪ
ﺣﻘﻠﻪ ﻫﻢ ﻳﻮ ځﺎى ﻟﻴﻜﻲ..
" ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دا ﺧﻠﻖ ډﯦﺮ اّزاد ﺧﻴﺎﻟﻪ او دَ ﺷﺮم ﺗﺮ ﺣﺪه ﻳﯥ ښځﯥ ﭘﻪ ﺳﺎﺣﻠﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﺑﺪﻧﻮﻧﻪ ښﻜﺎره
ﻛﻮي -ﺧﻮ ﺑﻠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ دا ﻏﺎوره ﺧﻠﻖ ﻟﻪ ﻫﻐﻮ ﻣﺴﺎﻓﺮاﻧﻮ ﺳﺮه ډﯦﺮ ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﺧﺒﺮي ﻛﻮي ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻮئ دَ
ژﺑﯥ او ژوﻧﺪ ﻛﻮﻟﻮ ﻃﻮر ﻃﺮﻳﻘﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ښﻪ ﺳﺘﺮګﻪ ګﻮري "
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 30-
" ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎن ﻣﻼﻣﺖ ﻫﻢ ﻧﻪ دي ..ﻫﻐﻮئ ﭘﺮون وَ دُښﻤﻦ ﺗﻪ دَ دُښﻤﻦ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻧﻪ وو ﻛﺘﻠﻲ او ﺑﻞ دښﻤﻨﺎﻧﻮ دَ
ﺳﺎﺋﻨﺴﻲ ﺗﻘﺎﺿﻮ ﭘﻪ ﺳﻤﻪ ژوﻧﺪ ﻛﻮﻟﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه دَ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ َد زور ﻣﺎﺗﻮﻟﻮ دﭘﺎره ﺟﻨګﻲ ﺳﺎزوﺳﺎﻣﺎن
ﺟﻮړول -ﺧﻮ ﭘﻪ ﺑﺪل ﻛﯥ ﻳﯥ ﻫﻐﻮئ ﺷﭙﻪ او ورځ ﻣﺴﻮاك ﻟګﻮﻟﻮ -اوس ﻻزﻣﻲ ﺧﺒﺮه ده ﭼﯥ ﺑﻤﻮﻧﻪ ﺧﻮ
ﭘﻪ ﻣﺴﻮاﻛﻮ ﻧﻪ راګﺮځﻲ -ځﻜﻪ ﻳﯥ ﻣﺎﺗﻪ ﻣﻘﺪر ﺷﻮﻟﻪ -ﻣﻄﻠﺐ دا ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎى ﺧﻮ دښﻤﻦ ﺗﻪ ﻟﻪ
ﺗﻴﺎري ﺳﺮه ﻣﻼ ﺗړل ﻫﻢ ﻛﻔﺮ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﺛﻮاب ﻛﺎر دى او ﻟﻪ دې ﺛﻮاﺑﻪ څﺨﻪ ﻣﺮاد ﭘﺮﻣﺨﺘګ ﻫﻢ دى"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 44 -
ﭘﻪ ﺳﭙﯧﻦ دَ ﻋﺮب ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ دَ اووه ﺳﻮه ﻛﻠﻦ ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﺮﺗﻪ ﻫﻢ دَ ﺳﭙﯧﻦ ﭘﻪ ﻛﻠﭽﺮ ،ژوﻧﺪ از ﻣﺬﻫﺐ
دوﻣﺮه اﺛﺮ ﻧﻪ دى ﻏﻮرځﻮﻟﻰ ..څﻮﻣﺮه ﭼﯥ ﻣﻐﺮﺑﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ډﻳﺮ ﻟږ ﻟږ وﺧﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ اﺧﺘﻴﺎر ﻛﯥ دَ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ژوﻧﺪ،
ﻣﺬﻫﺐ او ﻛﻠﭽﺮ ﭘﻪ ﻫﺮه ﺳﻴﻤﻪ ﻛﯥ ﻣﺘﺎﺛﺮه ﻛړى دى -او دې ﻃﺮف ﺗﻪ ﺳﯧﻼﻧﻲ دﻏﻪ اﭘﺮوچ ﻳﻘﻴﻨﺎً ﻳﻮه ﺗﺎرﻳﺨﻲ
اﻟﻤﻴﻪ ګڼﻨﻪ او ﻳﺎدوﻧﻪ ده -او ﺗﺮ دې ﺣﺪه ﻟﻮﻳﻪ اﻟﻤﻴﻪ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﻮ ﺑﻞ ځﺎى ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻲ ﭼﯥ..
" ﭘﻪ ﺳﭙﯧﻦ ﻛﯥ ﻋﺮﺑﻴﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﺎﺗﻪ ورﻛﻮﻟﻮ دﭘﺎره ﻋﻴﺴﺎﻳﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻃﺎﻗﺖ زﻳﺎت ﻫﺎﻏﻪ ﻫﺴﭙﺎﻧۍ ﭘﯧﻐﻠﯥ ﭘﻪ
ﻛﺎر راوﻳﺴﺘﻲ وې ﭼﯥ زړوﻧﻪ ﺗﺨﻨﻮي او روﺣﻮﻧﻪ ﻣﻮﺳﻮﻟﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه ﺑﺪﻧﻮﻧﻪ ټﻜﻮروﻟﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ ﺳﺎرى ﻧﻪ
درﻟﻮدﻟﻮ -وﻟﯥ ﭼﯥ دا ﻫﺎﻏﻪ وﺳﻠﻪ ده ،ﭼﯥ دښﻤﻨﺎن ﺗﺮ اوﺳﻪ ﻻ ﭘﺮې ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻧړۍ ﻛﯥ ﻣﺎﺗﻪ
ﻫﺮ ﭼﺮﺗﻪ ورﻛﻮي ﻟګﻴﺎ دي -او ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎن ﻫﻢ دوﻣﺮه ﺳﺎده دي ﭼﯥ ځﺎﻧﻮﻧﻪ ﺗﺮ ﻏﺎزﻳﺘﻮﺑﻪ ،ﭘﻪ ﺷﻬﺎدت
ﺧﻮښ ﺷﻲ او ﺷﻬﯧﺪﯦږي ..ګﺎرﯦږي ﻟﻜﻪ ﭘښﺘﺎﻧﻪ "
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 45 -
دَ دﻏﻪ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺣﻘﺎﺋﻘﻮ دَ څﯧړﻟﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه ﺳﯧﻼﻧﻲ دَ ﻛﺮﺳټﻮﻓﺮ ﻛﻮﻟﻤﺒﺲ ﻫﺎﻏﻪ ﻛﺸﺘۍ ﺗﻪ ورﻏﻠﻰ دى
ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻛﯥ دُﻧﻴﺎ ﻛﺘﻠﻲ وه -او ﭘﻪ دې ﺣﻘﻠﻪ ﻳﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ﻧﻈﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻛﯥ ﭼﺎپ دې
ﺣﻮاﻟﻪ ﻫﻢ ورﻛړي ده -دَ دﻏﻪ ﺑﺎب ﭘﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ،ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ دې ﺣﻘﻴﻘﺖ ﺗﻪ رﺳﻲ ﭼﯥ ﺳﯧﻼﻧﻰ ﻟﻴﻜﻮال دَ ﺳﭙﯧﻦ
دَ ښﻜﻼګﺎﻧﻮ ﻧﻪ څﻪ ډﯦﺮ زﻳﺎت ﻣﺘﺎﺛﺮه ﺷﺎﻳﺪ ﭘﻪ دې ﻟﻴﺪى ﺷﻲ ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ دَ ﻋﺮﺑﻴﺎﻧﻮ دَ ﺗﺎرﻳﺨﻲ
ﺷﻜﺴﺖ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرې ﻛﻮل ﻏﻮاړي -او دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دې ادﺑﻲ ﻫﻨﺮ ﺗﻪ ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ځﻴﺮ ﺷﻮ ..ﻧﻮ دا
ﺧﺒﺮه ﺑﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﺷﻲ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﻧﻘﺎداﻧﻮ دَ ګﻮزاروﻧﻮ ﻧﻪ ځﺎن ﺑﭻ ﺳﺎﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻏﺮض ﻫﺮ ﭼﺮﺗﻪ ﭼﯥ ﻫﻢ ﻳﻮه داﺳﯥ
ﭘټﻪ او ﭘﻪ وزن ﻛﯥ ﺳﭙﻜﻪ ﻻﻛﻦ ﭘﻪ ﻣﻌﻨﻮي اﻋﺘﺒﺎر ﻏﯧﺮ ﻣﺮوﺟﻪ ﺧﺒﺮه ﻛﻮي ..ﻧﻮ ﻫﻐﻪ دَ ﺑﻞ ﭘﻪ ﺧﻠﻪ -ﻟﻜﻪ ﭘﻪ
ﺑﺎرﺳﻠﻮﻧﺎ ﻛﯥ دَ ﺧﭙﻞ ګﺎﺋﻴډ ﭘﻪ ﺧﻠﻪ ﭘﻪ ﭘټﻮ اﺷﺎرو ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻲ -
" ﺗﺎﺳﻮ ﺑﻪ دا ﺧﺒﺮه ﻧﻮټ ﻛړي وي ﭼﯥ ﻫﺴﭙﺎﻧﻴﺎن څﻮﻣﺮه اّزادﺧﻴﺎﻟﻪ او دُﻧﻴﺎوي ﺧﻠﻖ دي؟ واﻳﻢ ﭼﯥ
ﻣﺎدي اّﺳﺎﺋﺸﻮﻧﻪ ﭘﻮره ﻛﻮﻟﻮ دﭘﺎره ﻫﺮڅﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﺗﻴﺎر وي -ﻻﻛﻦ دا ﺧﻠﻖ اﻣﻦ ﺧﻮښﻮﻧﻜﻲ ﻫﻢ ﻣﺸﻬﻮره
دي"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 63 -
دا ﺑﺎب دَ ﻣﯧډرډ ښﺎر ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ وﺟﻮد ﻛﯥ ډﯦﺮې دﻟﭽﺴﭙﻴﺎﻧﯥ دَ ﻣﻜﺎﻟﻤﻮ ﭘﻪ ﺻﻮرت ﻛﯥ ﭘﻪ
ﻋﻼﻣﺘﻲ او اﻓﺴﺎﻧﻮي ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ داﺳﯥ ﻟﺮي-
اوس ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ دې ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮي ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﺗﻪ ﭘﻪ ځﻴﺮ ﺷﻮ ،ﻧﻮ دې ﻧﻪ ﺑﻪ ډﯦﺮي ﻣﻌﻨﯥ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﺷﻲ -
ﺧﻮ اﺻﻞ ﻗﻴﺼﻪ څﻪ ده ..ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﻣﺦ ﻣﺨﺘﻪ دَ ﺳﻔﺮ دَ ﺳﯧﻞ ﺣﺎل ﭘﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﻣﺠﺒﻮره ﻛﻮي -ﻳﻌﻨﯥ دَ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ دَ ﺑﻴﺎن داﺳﯥ ﺑﺎرﻳﻜﻴﺎﻧﻲ ،ﻋﻼﻣﺎت او اﺷﺎرې ﭘﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺷﻮخ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ
راځﻲ ﭼﯥ ﻫﺮ څﻮ ﻛﻪ اﺑﻬﺎم ﭘﻴﺪا ﻛﻮي ﺧﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﺗﻪ دَ ﺳﻮچ ﻧﻮي ﻧﻮي دﻧﻴﺎګﺎﻧﯥ ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛﻮي -
ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﻣﺎ ﻳﻮ ﺑﻞ ﻣﻀﻤﻮن ﻛﯥ دا ﺧﺒﺮه ﻛړي وه ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮ ﻛﯥ ځﺎن ﺳﺮه ﭘښﺘﻮن ﻫﻢ
وړى وو ..ﻧﻮ دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ځﺎى دَ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﭘښﺘﻨﻮ ﺗﻪ داﺳﯥ اّﺋﻴﻨﻪ ښﻜﺎره ﻛﻮي-
دﻟﺘﻪ ﺳﻮال دا ﭘﻴﺪا ﻛﯧږي ﭼﯥ اّﻳﺎ ﭘښﺘﻮن ﺳﯧﻼﻧﻲ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ دې ﺧﺒﺮي ﻛﯥ ﺻﺤﻴﺢ دى ؟ زﻣﺎ ﻳﻘﻴﻦ دى
ﭼﯥ ﻫﺮ ﭘښﺘﻮن ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ﺑﻪ ځﻮاب ﭘﻪ اﺛﺒﺎت ﻛﯥ ورﻛړي -ﻫﻢ دا ﻫﺎﻏﻪ ادﺑﻲ ادراك دى ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﯥ
ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻛﺎر راوړي او دَ ﻣﻮﻗﻌﻮ ﭘﻪ ﻣﻨﺎﺳﺒﺖ ﺧﭙﻠﻲ ﺧﺒﺮي ﻣﻨﻄﻘﻲ اﻧﺠﺎم ﺗﻪ رﺳﻮي -او دا دَ ﻳﻮ
ﻛﺎﻣﻴﺎﺑﻪ ادﻳﺐ ﻧﺨښﻪ ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻲ -
" دَ ژوﻧﺪي ﻗﺎم ﻟﻮﺋﻴﻪ ﻧﺨښﻪ ﻫﻢ دﻏﻪ وي ﭼﯥ ﻏړي ﻳﯥ ﻟﻪ ﭘﺮون ﺳﺮه اړﻳﻜﯥ ﺳﺎﺗﻲ -ﻧﻪ ﭼﯥ دَ ﭘښﺘﻮن
ﭘﻪ رﻧګﻪ ،ﻛﻮم ﭼﯥ ﭘﻪ زړَو ﺑﺎﻧﺪې ﺧﺎورې اﭼﻮي او ﻧﻮي ﭘﻪ ﻛﺎروي ﻧﻪ ..ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻟﻪ ﻗﺎﻣﻪ..ﻗﻮﻣﻴﺖ او ﻟﻪ
ﻗﻮﻣﻴﺘﻪ دَ ﻗﺒﻴﻠﻮ ﭘﻪ ﻟﻮر روان دى"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 98 -
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ ﺳﯧﻼﻧﻰ دَ ﻳﻮ ﺧﻮږﻣﻦ ﭘښﺘﻮن ﭘﻪ څﻴﺮ ﺧﭙﻞ ﻗﺎم ﭘﻪ دې اﻟﻤﻴﻪ ژړا ﻛﻮي ..ﭼﯥ ﻛﻪ دﻏﻪ دَ
ﻣﻐﺮب ﺧﻠﻖ دَ ﺧﭙﻠﯥ ﻣﺎﺿﻲ ﺳﺮه ﺗړون ﭘﻪ ډﯦﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﺳﺎﺗﻲ ﻧﻮ دَ ﺧﭙﻞ ﻣﺴﺘﻘﺒﻞ رڼﺎګﺎﻧﯥ ﻫﻢ ﻏﻮاړي -ﺧﻮ دَ دې
ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﻛﯥ ﻳﻮ ﭘښﺘﻮن ﻗﻮم دى ..ﭼﯥ ﻧﻪ ﺧﻮ دَ ﺧﭙﻠﯥ ﻣﺎﺿﻲ ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﻛﻮي او ﻧﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﺴﺘﻘﺒﻞ ﻛﯥ
دﻟﭽﺴﭙﻲ ﻟﺮي -ﻳﻌﻨﻲ دﻏﻪ ﺑﯥ ﺳﻮاده ..ﺧﻮ ډﯦﺮ ﻏﺎوره ﭘښﺘﻮن دَ ﻣﻮدو ﻣﻮدو ﻧﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ځﺎى وﻻړ ﭘﺎﺗﯥ دى -
ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ..ﻧﻪ د ﻣﺨﻜﯥ ﺗګ دﭘﺎره ﺟﺬﺑﯥ او ﺣﻮﺻﻠﯥ ﻟﺮي او ﻧﻪ دَ ﺑﺮه اﻟﻮت دَ ﭘﺎر وزرې !!...
ﭘﻪ ﺳﭙﯧﻦ ﻛﯥ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﻫﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺳﯧﻠﻮﻧﻪ ﻛړي دي ..ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻫﺮ ځﺎى ﻛﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﺸﺮﻗﻲ ﺑڼﻪ
ﻛﻤﺰوره ذﻫﻦ ﺗﻪ ﺷﺎﻳﺪ ﭘﻪ دې وﺟﻪ راوړي ده ﭼﯥ دﻟﺘﻪ دَ ﻫﺴﭙﺎﻧﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ژوﻧﺪ او ﻋﺎداﺗﻮ ﻛﯥ دَ ﻋﺮﺑﻮ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ
ﭘﯧړﻳﺎﻧﻮ ﭘﯧړﻳﺎﻧﻮ راج ﻛﻮﻟﻮ ﻫﻴڅ ﻳﻮ ﻧﺨښﻪ ﻫﻢ ﻧﻪ اوﻟﻴﺪه -ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﻳﯥ دا ﻳﻮه ﺗﺎرﻳﺨﻲ اﻟﻤﻴﻪ او ﻳﻮه ﻏټﻪ ﻋﺠﻮﺑﻪ
اوګڼﻠﻪ ..ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻫﺮ دوﻳﻢ ﻗﺪم ﭘﻪ ﻋﺮﺑﻮ زړه داﺳﯥ ﺳﻮړ ﻛړى دى -
" څﻮﻣﺮه ﭼﯥ ﻋﺮﺑﻴﺎﻧﻮ دا دَ ﺳﭙﯧﻦ ﺧﻠﻖ دَ څﯧﺮو ﭘﻪ ﻧﻘﺸﻮﻧﻮ ﻛﯥ ځﺎﻧﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﻣﻮﻧﻮﻟﻲ دي -ﺑﺲ ﻛﻪ ﻳﯥ
دﻏﻪ ﻫﻮﻣﺮه ﻻس وﻫﻨﯥ دَ ﻫﻐﻮئ دَ ژوﻧﺪ ﭘﻪ ﻛړو وړو ﻛﯥ وﻫﻠﯥ وى ﻧﻮ ﻧﻦ ﺑﻪ ﻫﺴﭙﺎﻧﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﺎب دا
ﺧﺒﺮي ﻧﻪ ﻛﯧﺪﻟﯥ ..ﭼﯥ ګﻨﯥ ﻫﻐﻮئ ﺑﺪﻧﻮﻧﻪ ﺧﭙﻞ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﺑﻞ اﻣﺎﻧﺖ ګڼﻲ"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 111 -
ﺣﺪ ﺧﻮ دا دى ﭼﯥ دَ ﻋﺮﺑﻮ ﻟﻮﺋﯥ ﻣﺎﺗﯥ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺳﭙﯧﻦ ﻛﯥ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛﻮم ﺳﺒﺐ ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ
ﻛﯥ ﺑﻴﺎن ﻛړى دى -ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺣﻘﻴﻘﺖ دى -ﺧﻮ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮري ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ځﻜﻪ ﻛﯧﺪى ﺷﻲ ﻧﻪ وي راوﻳﺴﻞ
ﺷﻮى ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻛﯥ دَ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﺗﻮر ﻟګﻲ -ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﻛﻮم ﻣﻨﻄﻘﻲ دﻟﻴﻞ ﭘﻪ دې اړه دَ
ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺸﺎﻫﺪو ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ وړاﻧﺪې ﻛﻮي ..ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ ﺧﻮ ﻧﻦ ﻫﻢ دَ ﻋﺮﺑﻮ ﭘﻪ ژوﻧﺪ ﻛﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﻳﺎ اورﯦﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﻧﻮ
دﻟﺘﻪ ﺑﻪ زه دا اوواﻳﻢ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دَ دﻏﻪ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺣﻘﺎﺋﻘﻮ ﻧﻪ اّګﺎه دى ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ ﻳﻮ ﺧﭙﻞ ﻣﺨﺼﻮص
اﻧﺪاز ﻛﯥ رښﺘﻴﺎ وﺋﻴﻠﻮ ﻫﻨﺮ او ﻫﻤﺖ ﻫﻢ ﻟﺮي -
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دا ﻻﻧﺪﯦﻨۍ ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ﻏﻮر ﻃﻠﺐ ده ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺳﯧﻼﻧﻲ ډﯦﺮ ﻟﻮﺋﻰ ﺑﺤﺚ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ
ﺗﺎرﻳﺦ ﭘﻪ ﻣﻌﻤﻮﻟﻲ ﺣﻮاﻟﻪ ﭘﻪ ډﯦﺮ ښﺎﺋﺴﺘﻪ او ﺧﻮاږه ډراﻣﺎﺋﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ داﺳﯥ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ او ﻫﻨﺮ څﯧړﻟﻰ دى -ﭼﯥ
دَ ﺑﻨﺪه ذﻫﻦ ﺗﻪ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ روﺋﻴﻮ ﭘﻪ ﺑﺎب ﺑﻼ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ راﺗﻠﻰ ﺷﻲ-
دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ رﻗﻢ ﺷﻮي ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮ ﻣﻐﺮﺑﻲ ټﻮﻟﻨﯥ اﻧﺴﺎن دَ ﺧﻠﯥ ﻧﻪ ﭼﯥ دَ ﻧﻨﻨﻲ
ځﻨﺎوري اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ ﭘﻪ ﺑﺎب څﻮﻣﺮه ﺳﺨﺘﻪ ځﺎﭘﯧړه دَ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﻣﺦ وﻫﻠﯥ ده ..ﻫﻐﻪ دَ دې دور ﻫﻐﻪ رﻳښﺘﻴﺎ ﺑﻠﻠﻰ
ﺷﻲ ،ﭼﯥ ورﺗﻪ ﭘﻪ ﻣﻐﺮﺑﻲ اﺻﻄﻼح ﻛﯥ ﻣﺎډرﻧﺰم وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ-
" دَ ﻓﺮاﻧﺴﻴﺴﻲ اﻧﻘﻼﺑﻲ ډﻏﺮو ،دَ ﻓﺮاﻧﺴﻮي اّرټ ،ﺗﻌﻤﻴﺮاﺗﻮ او وﻳﺎړﻣﻨﻲ روﺋﻴﯥ څﺨﻪ ﭘﺮﺗﻪ ﭘﻪ
ﻓﺮاﻧﺴﻮي ادب ﻛﯥ رزﻣﻴﻪ ﺳﻨﺪرې ﭼﯥ ورﺗﻪ ) ﺷﺎن ﺳﻮن دي ژﺳﺖ( وﺋﻴﻞ ﻛﯧږي ،اوس ﺗﺎﺳﻮ ﭘﻪ دې
ﺳﻨﺪره ﻛﯥ اورﯦﺪﻟﻰ ﺷﺊ ..ﭼﯥ دَ ) ﺷﺎن ﺳﻮن دي روﻻن( ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻣﺸﻬﻮره ده ..او ﭘﻪ دې ﻛﯥ دَ ﻋﺮﺑﻴﺎﻧﻮ
ﺳﺮه دَ ﺟﻨګ ﻗﻴﺼﻪ ﺑﻴﺎن ﺷﻮي ده"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ (123 -
ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺷﻮق دا ﺧﺒﺮه دَ ګﺎﺋﻴډ ﻣﻴﺮﻧﺎ ﭘﻪ ﺧﻠﯥ ﻛﻮي ،ﺧﻮ ﻣﻘﺼﺪ ﻳﯥ دﻟﺘﻪ دَ ﺑﻴﺎﻧﻮﻟﻮ دا دى ﭼﯥ
ﻓﺮاﻧﺴﻴﺎن ﻛﻠﺘﻮري او ﻛﻼﺳﻴﻜﻞ اّرټ او ادب ﺳﺮه ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﻣﻴﻨﻪ ﻛﻮي ..ﺑﻠﻜﻪ دﻏﻪ ﻫﺮ څﻪ ژوﻧﺪي ﻫﻢ ﺳﺎﺗﻲ -
دﻏﻪ رﻧګﻪ دَ ﻋﻄﺮو ﭘﻪ ﻧﻮم ﻣﺸﻬﻮره ﻫﯧﻮاد ﻓﺮاﻧﺲ ﻛﯥ دَ ﻋﻄﺮو دَ ﺟﻮړوﻟﻮ دﭘﺎره دَ ﺑﯧﻠﻮ ﺑﯧﻠﻮ ګﻠﻮﻧﻮ ،ﻓﺼﻠﻮﻧﻮ..
ﭘټﻲ او رﻧګﺎرﻧګ ﺳﻴﻤﻮ ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻧﺜﺮي ﻟﻴﻚ ﻛﯥ داﺳﯥ ﺑﻴﺎﻧﻮي ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﻳﻮ ﺧﻮږ ﻧﻈﻢ
اوروي -دَ ﻣﺜﺎل ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ دا ﻳﻮ څﻮ ﻓﻘﺮې دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺑﻴﺎﻧﻴﻪ او روان ﺳﯧﻼﺑﻲ ﻧﺜﺮ دﻟﺘﻪ وړاﻧﺪې ﻛﻮم-
" ﺑﺲ ﭼﯥ څﻮ څﻮ ﻣﺦ ﺗﻪ ﻻره ﻟﻨډوﻟﻪ ..ﻫﻐﻪ ﻫﻮﻣﺮه زﻣﺎ ﭘﻪ ﻣﺰﻏﻮ ﻛﯥ دَ دې ﻧﺎوې دَ ﺑﯧﺨﻲ زﻳﺎﺗﻮ
ﻛﻼګﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﻟﻴﺪﻟﻮ دَ اروﭘﺎ ﭘﻪ اړه دې ﺳﻮال ﺳﺮ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﭼﯥ " اروﭘﺎ ﻟﻪ ﻣﻮﻧږه څﻮﻣﺮه ﻣﺨﺘﻪ ده..؟ "
دَ ځﻮاب ﭘﻪ ﺗﻤﻪ ﻳﯥ زه ﻟﻪ ﺧﻴﺎﻟﻪ ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻲ ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ ګﺮځﻮﻟﻢ او ﻣﺎ دا ﻫڅﻪ ﻛﻮﻟﻪ ﭼﯥ ﻛﻪ ﻧﻮر ﻧﻪ ..ﻧﻮ
ﻳﻮه داﺳﯥ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﻧﺨښﻪ ﺧﻮ ﺑﻪ ﭼﺮﺗﻪ وي ﭼﯥ ورﺗﻪ ځﻮاب ﻳﯥ ﻛړم -ﺧﻮ ﻫﺮڅﻮ ﻫﺮڅﻮ ﭼﯥ ﻣﯥ دَ ﺳﻮچ
ﻧﻴﻠﻴﺎن ﺗﯧﺰ اوځﻐﻠﻮﻟﻮ ،ﺧﻮﻣﺎﺗﻪ ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻲ ﺳﻴﻤﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ ﻳﻮه ﻧﺨښﻪ ﻫﻢ ﻣﺨﻪ ﻧﻪ راﻏﻠﻪ ﭼﯥ ﻣﯥ
ورﺗﻪ دَ ﺗﺎرﻳﺨﻲ اﺛﺎﺛﯥ ﻧﻮم ورﻛړى وى -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻣﯥ ﺳﺮ اوښﻮروﻟﻮ او ﻟﻪ ﻛﺎﺋﻴﻜﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ګﭙﻪ ﺷﻮم
ﻓﻘﻂ ﭘﻪ دې ،ﭼﯥ ﺳﻮچ ﭘﻪ ﺑﻠﻪ واړوم "
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ (140 -
دﻟﺘﻪ ﻫﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﭼﺮﺗﻪ ﭼﺮﺗﻪ ﻣﺘﺎﺛﺮه ﺷﻮى دى ..ﻧﻮ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻗﻮم ﺑﺎﻧﺪې ﻫﻐﻪ ﭘﻴﺮزوْ ﺷﻮي
دي او ﻫﻐﻪ ﺗﻪ دا اﺣﺴﺎس ورﻛﻮﻟﻮ ﻛﻮﺷﺶ ﻳﯥ ﻛړى دى ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻫﻢ راﭘﺎﺳﻲ او ﻣﺨﺘﻪ ﺗګ اوﻛړي -ﭘﻪ دې
ﺑﺎب ﻛﯥ دا ﻳﻮه ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ﭼﯥ ډﯦﺮي ﻣﻌﻨﯥ ﻟﺮي ﭘﻪ دې وﺟﻪ وړاﻧﺪي ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ دَ ﺑﻴﺎن اﻓﺴﺎﻧﻮي اﻧﺪاز دَ
ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ډراﻣﺎﺋﻲ اﻧﺪاز ﺑڼﻪ ﻫﻢ داﺳﯥ ﺧﭙﻠﻪ ﻛړي ده ﻟﻜﻪ ..
ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ ﻟږ ﻏﻮر ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ رﻗﻢ ﺷﻮي ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﺑﺎﻧﺪې اوﻛړو ..ﻧﻮ داﺳﯥ ﻫﻴڅ ﺑﺪه ﻳﺎ ډﯦﺮه دَ
ﺧﻮﺷﺤﺎﻟۍ ﺧﺒﺮه ﺑﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻧﻪ ﺷﻲ را ..ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﻛﯥ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ څﻨګﻪ ﻫﻨﺮي اﻧﺪاز دَ
ﺟﺎﭘﺎﻧۍ ﻛﺎﺋﻴﻜﻮ او اﻣﺮﻳﻜﻨﯥ وﻧﯧﺴﺎ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ دَ ﻫﻐﻮئ دَ ﻗﻮﻣﻲ ﺳﻮچ ،روﺋﻴﻮ او ﺧﻮﺋﻴﻮﻧﻮ ﺗﻘﺎﺑﻠﻲ ﺟﺎﺋﺰه
وړاﻧﺪې ﻛړي ده ..ﻫﻐﻪ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ دا ﺧﺒﺮه واﺿﺤﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ اﻣﺮﻳﻜﻦ څﻮﻣﺮه ﭼﺎﻻك او ﭼﺎل ﺑﺎزه
- دي ..ﺧﻮ ﻫﻮﻣﺮه ﺟﺎﭘﺎﻧﻴﺎن ﭘﻪ زړه ﺻﻔﺎ او دَ ﺳﺎده ﺑﺎده روﺋﻴﻮ ﺧﻠﻖ دي
" دَ اﺋﻴﻔﻞ ټﺎوْر ﻟﻪ درﻳﻢ ﺗﻤځﻲ څﺨﻪ ﭘﯧﺮس داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ ﺳړى ﭼﯥ ﻟﻪ ﺟﻬﺎزه ورﺗﻪ ګﻮري _
داﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳﯧﺪﻟﻮ ﻟﻜﻪ اوس ﭼﯥ ﺑﻪ دا ټﺎوْر اوﻧړﯦږي -وﻟﯥ ﭼﯥ ټﺎوْر ﻛږﯦﺪﻟﻮ ﻟګﻴﺎ وْ ..ﺧﻮ ﭘﻪ
رښﺘﻴﺎوْ ﻧﻪ -ﺑﻠﻜﻪ دې وﺧﺖ ﭘﻪ اّﺳﻤﺎن ﻛﯥ دَ ورﻳځﻮ ﻏټﯥ ﻏټﯥ ﺧړوﺳﻜﯥ دَ ﻫﻮا ﭘﻪ رُخ رواﻧﯥ وې ..او
داﺳﯥ ﺑﺮﯦښﯧﺪﻟﻮ ﻟﻜﻪ ﻣﻮﻧږ ﭼﯥ ﺳﺮه ﻟﻪ ټﺎوره دَ ځﻤﻜﯥ وَ ﺧﻮاﺗﻪ روان وو
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ (160 -
ﭘﻪ دې ﭘﯧﺮاګﺮاف ﻛﯥ ﻛﻪ ﺳﯧﻼﻧﻰ دَ اﺋﻴﻔﻞ ټﺎوْر دَ ﻋﻈﻤﺖ او ﻟﻮړﺗﻴﺎ ﺧﺒﺮه ﻛﻮي ..ﻧﻮ ﺑﻠﺨﻮاﺗﻪ ﭘﻪ
ﻋﻼﻣﺘﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻋﻈﻤﺖ ﭘﻪ وړاﻧﺪې ﺧﭙﻞ او دَ ﺧﭙﻞ ﻗﻮم وړوﻛﻮاﻟﻰ ﻫﻢ څﺮګﻨﺪوي -وﻟﯥ ﭼﯥ دَ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ادب ﻛﯥ ﻟﻪ ﻗﻮم ﻧﻪ ګﻴﻠﻪ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﭘﻪ دې ﺷﻲ ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻞ ﻗﻮم ﻫﻢ دَ ﻧﻮرو ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ څﻨګ
ﻛﯥ ﻟﻴﺪل ﻏﻮاړي -ﻧﻮ ځﻜﻪ دَ ﻫﻐﻪ اﻛﺜﺮه ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرې دَ ﺷﻜﻮې او ګﻴﻠﯥ رﻧګ ﻟﺮي -ﻟﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻻﻧﺪﯦﻨﺌﻴﻮ
ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ دَ ﻳﻮ اﻧﺴﺎﻧﻲ اﺣﺴﺎس دَ ﻣﺨﻲ ﻳﻮ ﺣﻘﻴﻘﺖ څﯧړل ﻏﻮاړي-
" اﻧﺴﺎن ﻧﺨښﻲ ﭘﺮﯦږدي ﺷﺎﺗﻪ او ځﻲ ﭘﻪ ﻣﺨﻪ ..ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﺗﺮ ﺷﺎ راﺗﻠﻮﻧﻜﻲ ورﭘﺴﯥ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ځﻲ -
ﻻﻛﻦ ﺗﺮ ﻣﺨﺘﻪ ﺗﻠﻠﻲ ﺳړﻳﺎﻧﻮ ﭘﻮره ګﻮره ،ﭼﯥ څﻠﻪ ﻧﻪ ﺷﻲ رﺳﯧﺪﻟﻰ ؟ ﻫﻮ ..ﻟﻜﻪ دَ ﻧﻦ ﭘښﺘﻮن ،ﭼﯥ دَ
ﭘﺮون دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﯧښﯥ ﻫﻢ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛﻮﻟﻰ -ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ځﻲ ﻫﺮ ﭘښﺘﻮن ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ښﭙﻮ او ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ دووْ
ښﭙﻮ"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ (161 -
ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ دَ ﺧﭙﻞ دې ﺑﺎب ﻣﻮﺿﻮع ﭘﻪ ﺣﻖ ﻛﯥ دا ﺧﺒﺮه ﻛﻮي ﭼﯥ دا ﻫﯧﻮاد ﭘﻪ ښﺎﺋﺴﺖ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﻛﻪ
ﻣﻮﻧﺎ ﻟﻴﺰا ﻏﻮﻧﺪې ښﻜﻠﻰ او ﭘُﺮ ﺗﺎﺛﻴﺮه ښﻜﺎري ..ﻧﻮ ﭘﻪ دې ﻛﯥ ژړﻧﺪ دَ ﻫﻐﯥ دَ ﻣﻮﺳﻜﺎ ﻟﻪ ﺑﺮﻛﺘﻪ داﺳﯥ ﻋﻤﻠﻲ
ﻛﯧږي -ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﻳﻮ ﺑﻞ ځﺎى دَ اﺋﻴﻔﻞ ټﺎور ﺳﺮه ﺗړﻟﻲ دَ ﻣﻮﻧﺎ ﻟﻴﺰا ﭘﻪ ﺑﺎب ﻟﻴﻜﻲ ،ﭼﯥ..
" دَ ﺳﻴﺎﺣﺖ ﻟﻪ ﻻرې ،ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﭘﻴﺴﯥ ﻫﺮ ﻛﺎل ﻓﺮاﻧﺲ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮي ..ﭘﻪ ﻫﻐﻮ ﻛﯥ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻟﻮﺋﻴﻪ
ﺑﺮﺧﻪ دَ ﻣﻮﻧﺎ ﻟﻴﺰا دَ ﻣﻮﺳﻜﺎ او ﻫﻐﻪ دﻧګ اﺋﻴﻔﻞ ټﺎوْر ده ،ﭼﯥ دَ دُﻧﻴﺎ ﭘﻪ اوو ﻏټﻮ ﻋﺠﺎﺋﺒﺎﺗﻮ ﻛﯥ ﺷﻤﯧﺮل
ﻛﯧږي"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ (158 -
" ﻏﻞ ﻧﻪ وم ..ﺧﻮ دَ ﻏﻠﻪ ﻏﻮﻧﺪې ﻣﯥ ځﺎن دَ ﻣﻠګﺮو دَ ﺳﺘﺮګﻮ ﻧﻪ ﭘټﻮﻟﻮ -او ځﻜﻪ ﺧﻮ دَ ﺳﯧﻞ څﺨﻪ
راﺑﯧﻞ ﺷﻮي ﻣﺎرﻏﻪ ﻏﻮﻧﺪې ټﭙﺮﯦﺪﻣﻪ ﻟګﻴﺎ وم او ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ ﻣﯥ ګﻬړۍ ﺗﻪ ﭘﻪ دې ﻛﺘﻠﻮ ﭼﯥ ﻣﺎ ژر ﺗﺮ ژره
ﻏﻮښﺘﻠﻮ ﭼﯥ دﻏﻪ ﺳﻴﻠﻲ ﻻﺋﻦ ﻧﺎﻣﻲ ﻓﯧﺮي ډووْر ﭘﻮرټ اﻧګﻠﯧﻨډ ﺗﻪ او رﺳﯧږي -ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻻﻧﭻ ﻛﯥ
دﻧﻨﻪ ﻫﺮ ﻟﻮر زړﺧﻮښﻴﺎﻧﻲ وي او دﺑﺎﻧﺪې دَ اﻧګﻠﺶ ﭼﯧﻨﻞ دَ ﺳﻤﻨﺪر ﻣﺴﺘﻲ څﭙﯥ ..ﺧﻮ زړه ﻣﯥ ﻫﻴڅ ﺷﻲ
ﺗﻪ ﻧﻪ ﻛﯧﺪو"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ (173 -
دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ دَ زړه ﻣﺎﺗﯥ دَ ﺷﺪت اﻧﺪازه ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻨۍ ﻛﺮښﻮ ﻛﯥ ﺗﺎﺳﻮ ﭘﻪ اﺳﺎﻧﻪ ﻟګﻮﻟﻰ ﺷﺊ -ﺧﻮﺑﻴﺎ
ﻫﻢ ﺳﯧﻼﻧﻲ دَ ﺧﭙﻞ ښﻪ ﻓﻄﺮت ﭘﻪ ﺳﻤﻮن ﺑﻴﺮﺗﻪ ﭘﻪ ﻫﻢ دﻏﻪ ﺑﺎب ﻛﯥ داﺳﯥ ﻛﻮﺷﺶ ﻛړى دى ﭼﯥ ځﺎن
ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻴﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻧﻴﺰدې ﻛړي -او ډﯦﺮ ژر ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻟﻴﻜﻨﯥ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻋﺎﺷﻘﺎﻧﻪ ﺳﻮچ ﻛﯥ ﭘﻪ اﻓﺴﺎﻧﻮي
اﻧﺪاز ﻟﻪ ﻳﻮ ﺳﺎوﺗﻬـ اﻣﺮﻳﻜﻨﯥ ﭘﯧﻐﻠﯥ ﭼُﻮي ﺳﺮه څﻨګ ﭘﻪ څﻨګ ښﻜﺎري -ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻟﻨﺪن ﻛﯥ ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ورﺗﻪ دَ
ﺑﺎدار ښﺎر ﻫﻢ واﺋﻲ -ﻟﻪ ﭼُﻮي ﺳﺮه ﭘﻪ دې ﻻﻧﺪﯦﻨۍ ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﺨﺼﻮص ﻃﺮز ﺗﺤﺮﻳﺮ ﻛﯥ
ﻟﻴﺪى ﺷﻲ-
" -ﺷﻢ ﺑﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻪ او ﺣﺘﻤﺎً ،ﺧﻮ دا ﻳﯥ وﺧﺖ ﻧﻪ دى ..وﻟﯥ ﭼﯥ زه اول اﺳﻼم او ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎن ﺳټډي
ﻛﻮل ﻏﻮاړم ،ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ....
ﻫﻐﯥ ﭼﯥ ﺑﻪ ﭘﻪ وار وار داﺳﯥ وﺋﻴﻠﻮ ،ﻧﻮ ﻣﺎ ﺑﻪ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ وﺋﻴﻠﻮ ،ﭼﯥ
-ﺑﻴﺎ ﺧﻮ ﻧﻪ ﺷﻮې ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻪ -وﻟﯥ ﭼﯥ اﺳﻼم ﺑﻪ دې ﺧﻮښ ﺷﻲ ﻛﻪ دې اوﻟﻮﺳﺘﻠﻮ -ﻻﻛﻦ دَ ﻧﻦ
ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎن او ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻲ روﺋﻴﯥ ﺑﻪ دي زړه ﻣﺎت ﻛړي -وﻟﯥ ..ﻫﻮ ،ﻫﻐﻮئ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﻮ ﻫﻢ دَ ﻣﻐﺮب ﭘﻪ ﻏﯧږه
ﻛﯥ ﭘﻪ ﺧﻮاږه ﺧﻮب اوده ﺷﻮي دي او دُﻧﻴﺎوي ﺧﻮﺑﻮﻧﻪ وﻳﻨﻲ ﻟګﻴﺎ دي-
ﻣﺎ ﺑﻪ ﻻ ﻧﻮر ﺳﻮچ ﻛﻮﻟﻮ ،ﭼﯥ ﻫﻐﯥ راﺗﻪ ﭘﻪ ﻻس ﭼُﻮﻧډۍ راﻛﻮﻟﻮ ورﺳﺘﻪ اووﺋﻴﻠﻮ..
څﻪ ﺳﻮچ ﻛﻮې ..وﻟﯥ ﺗﻪ ﻏﻮاړې ﭼﯥ اوس اوس ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻪ ﺷﻢ ؟ "
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ (197 -
ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ﺳﻮاﻟﻴﻪ ﺧﺒﺮي دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺧﺎﻣﻮﺷﻲ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دَ ﻫﻐﯥ ﭘﯧﻐﻠﯥ ﭘﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﯧﺪو ﻛﯥ ﺧﻠﻞ
ﻧﻪ اﭼﻮي ..ﺧﻮ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﻠﯥ ﻣﻬﺮ ﻟګﯧﺪل دا وﻳﺮه راﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻛﻮي ..ﭼﯥ ﻛﻪ ﻫﻐﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻪ ﺷﻲ ﻫﻢ ..ﻧﻮ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻪ
ﺑﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﻧﻪ ﺷﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﻛﻮم ﺣﻘﻴﻘﺖ ﭘﻪ دې ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﻛﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﺳﻮچ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ وړاﻧﺪي
ﻛړى دى -دَ ﻫﻐﻪ ﻧﻪ اﻧﻜﺎر ﺧﻮ ﻫﻢ ﻧﺸﻲ ﻛﯧﺪى -او دﻏﻪ رﻧګﻪ ﻣﻨﺼﻔﺎﻧﻪ ادﺑﻲ روﺋﻴﯥ ﻳﻮ ښﻪ اﻧﺴﺎن ﻫﻢ
څﺮګﻨﺪوي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﻨﺎﻓﻘﺖ ﻧﻪ ﻛﺎر ﻧﻪ اﺧﻠﻲ -ﻫﻐﻪ دَ ﻳﻮ اّﺋﻴﻨﯥ ﭘﻪ رﻧګﻪ ﻫﺮ څﻴﺰ ﺗﻪ ﺧﭙﻠﻪ اﺻﻠﻲ ﺑڼﻪ
ورﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺣﻖ ﻛﯥ دى -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﺧﻮ دَ دﻏﻪ رښﺘﻮﻧﻰ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﻟﻴﻜﻨﻮ ﺗﻪ ﺣﻘﻴﻘﻲ ﻟﻴﻜﻨﯥ وﺋﻴﻠﻰ ﻛﯧﺪى ﺷﻲ -ﭼﯥ
ادﺑﻴﺖ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺷﺘﻪ ﺧﻮ داﺳﯥ ﻣﻨﺎﻓﻘﺖ ﻧﻪ ..ﭼﯥ دَ اﻛﺜﺮو ﻟﻴﻜﻮاﻻﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﺤﺮﻳﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -دا ﺑﺎب دَ ﺷﻮق
ﺻﺎﺣﺐ ﭘﻪ دې رﻗﻢ ﺷﻮي ﺧﺒﺮي ﺳﺮﺗﻪ رﺳﻮم ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﭘﯧﻐﻠﻲ ﭼُﻮي ﭘﻪ ﻗﻮل داﺳﯥ دَ ﺳﻮاﻟﻴﻪ اﺷﺎرې ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ
ﻟﻴﻜﻠﻲ ده -
" ﻧﻦ ﭼُﻮي ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ډﯦﺮه ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ وه ،ﺧﻮ دا ﻳﻮه ﺧﺒﺮه ﻳﯥ ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ ګﻮره ﭼﯥ څﻠﻪ ﻛﻮﻟﻪ ..ګﻮا
-ﻗﺴﻤﺖ دَ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ دى ..ﻧﻪ ﭼﯥ اﻧﺴﺎن دَ ﻗﺴﻤﺖ ﭘﻪ رﺣﻢ و ﻛﺮم
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ (198 -
" دَ ﺧﻮﺷﺤﺎل ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﭘﻪ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻛﯥ څﻪ ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻲ اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ ﻻ داﺳﯥ ﻧﺎﻣﻲ ﻳﺎدګﺎر
ﻧﻴﺸﺘﻪ ﭼﯥ دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻼر ورﺑﺎﻧﺪې ﻳﺎد ﺷﻲ "
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 213 -
" ﺷﯧﻜﺴﭙﺌﻴﺮ ﭘﻪ اﻧګﻠﯧﻨډ ﻛﯥ دَ ﻳﻮ ﻟﻴﻜﻮال ﭘﻪ ﺣﯧﺚ څﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ دې ﻫﯧﻮاد ﻳﻮ ﺳﻨﻬﺮي ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺑﺎب
ﻫﻢ ګڼﻞ ﻛﯧږي -او دَ ﺷﻬﺮت ﻳﯥ دا ﺣﺎل دى ﭼﯥ اﻧګﻠﯧﻨډ ﺗﻪ " دَ ﺷﯧﻜﺴﭙﺌﻴﺮ اﻧګﻠﯧډ" وﺋﻴﻞ ﻛﯧږي"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 213 -
دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮو ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺧﭙﻞ اوده ﭘښﺘﺎﻧﻪ راوﯦﺸﻮل ﻏﻮاړي او ﻫﻐﻮئ ﺗﻪ دا ﺛﺒﻮت ﻫﻢ
ورﻛﻮل ﻏﻮاړي ..ﭼﯥ ﻗﻮﻣﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﭘﻴﺴﻮ او ﺟﻬګړو ﻧﻪ ،ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻣﺸﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﻋﺰت او دَ ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ ښﻮدل ﺷﻮوْ ﻻرو
ﺑﺎﻧﺪې ﭘﻪ ﺗﻠﻠﻮ ﺟﻮړﯦږي -ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻪ دى ﺧﺒﺮ ﭼﯥ ﭘښﺘﻮن داﺳﯥ ﺧﺒﺮي اوﺗﯥ ﺑﻮﺗﯥ ګڼﻲ او ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ دې
ﻻ ﻫﻢ ﻧﻪ وي ﺧﺒﺮ ..ﭼﯥ دُﻧﻴﺎ ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻪ او ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻪ روان دي -ﻻﻛﻦ دَ دې ﺑﺎوﺟﻮد ﻫﻢ ﭘښﺘﻮن ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺧﭙﻠﻪ
وﻇﻴﻔﻪ ادا ﻛﻮي او ﺧﭙﻠﯥ اّﺋﻴﻨﯥ ﻛﻮر ﭘﻪ ﻛﻮر او ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻛﻠﻲ ﺧﻠﻘﻮ ﻛﯥ ﺗﻘﺴﻴﻤﻮي -ﻟﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻻﻧﺪﯦﻨﺌﻴﻮ ﺧﺒﺮو
ﻛﯥ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﻟﻴﻜﻲ ،ﭼﯥ
" ﻣﺸﺮﻗﻲ ټﻮﻟﻨﯥ ﺗﻪ دَ ﻟﻤﺮ رڼﺎګﺎﻧﯥ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﻣﺤﺮوﻣﻴﺎﻧﻲ ورﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛﻮي ﻧﻮ ﻫﻢ دﻏﻪ ﻫﻮﻣﺮه دَ
اروﭘﺎ ﺧﻠﻖ دَ ﺷﭙﻮ ﭘﻪ ﺗﻴﺮو ﻛﯥ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻪ ﻛﯧږي او ﻫﺮ ﻳﻮ وس ﻛﻮي ﭼﯥ دا ﺗﻴﺮې ﭘﻪ ﺑﯧﻼ ﺑﯧﻠﻮ
زړﺧﻮښﻴﺎﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﺳﻬﺎر ﻛړي "
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 222 -
ﻛﻪ دې ﻛﺮښﻮ ﺗﻪ ﻣﻮﻧږ ﭘﺎم اوﻛړو ﻧﻮ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻓﻠﺴﻔﻴﺎﻧﻪ اﻧﺪاز ﭘﻪ ډﯦﺮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻧﺜﺮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ
راځﻲ -او ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ دَ ﺳﻮچ دَ ﻣﺨﻪ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻻرو ﺗﻘﺴﻴﻤﻮي -ﻳﻌﻨﯥ ﻟﻪ ﺷﭙﯥ ﺳﺮه دَ رڼﺎ ﺗﻮري ﺗړل او دَ
ورځﻲ دَ رڼﺎ ﺳﺮه ﺗﻴﺮې ﺗړل ..ﭘﻪ ﻣﻌﻨﻮي ﺗﻮګﻪ دَ ﺟﻬﺎﻟﺖ او ﻋﻠﻤﻴﺖ اﺳﺘﻌﺎرې اوﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرې دي ،ﭼﯥ ﺗﺮ
ﻣﻴﺎﻧځﻪ دَ ﻣﺸﺮﻗﻲ او ﻣﻐﺮﺑﻲ ژوﻧﺪ ﺗﻮﭘﻴﺮ ﭘﻴﺪا ﻛﻮي -او ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ دَ ﻣﻐﺮب دَ ﺗﺮﻗۍ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﻳﻮ
ﻃﻨﺰ ﻫﻢ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راځﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻟﻪ ﻣﺸﺮق ﻧﻪ ﭼﯥ دَ ﺑﯥ ﺳﻮادۍ ﭘﻪ اړه څﻮﻣﺮه زړه ﻣﺎﺗﯥ د ..دوﻣﺮه
ﻟﻪ ﻣﻐﺮﺑﻲ روﺋﻴﻮ ﻧﻪ ﺑﯧﺰاره ﻫﻢ ..ﻟﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻻﻧﺪې ﻧﺜﺮي ټﻮټﯥ ﻛﯥ ﭼﯥ ﻟﻴﻜﻲ-
" دَ اﻏﺮاﺻﺰ دَ ﺗﻜﻤﻴﻞ ﭘﻪ ﻧﻴﺖ اﻧګﺮﯦﺰان ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﻋﺰت ﺟﻨﺎزه ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻻﺳﻮ ﺑﺎﻧﺪې اﻳﺴﺘﻠﻮ ﺗﻪ
ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دَ دوﺳﺘۍ ﻧﻮم ورﻛﻮي ..ﺧﻮ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ ﻏﺎښﻮﻧﻪ ﻫﺮ وﺧﺖ ﺗﯧﺮه ﻟﺮي"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ (226 -
" دَ دې ښﺎر دَ ﺧﻠګﻮ ﺑڼﯥ او روﺋﻴﯥ څﻪ څﻪ ﻗﻨﺪﻫﺎرۍ ﻳﺎ ﻟﻜﻬﻨﻮ وزﻣﻪ او ﺑﺮﯦښﯧﺪﻟﯥ -وﻟﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﺮ
څﻪ ﻛﯥ دَ دې ځﺎى دَ ژوﻧﺪ او ژواك ﻛﻼﺳﻴﻜﻲ ﺑڼﯥ ﻣﻮﻧﺪﻟﻰ ﺷﻲ -او وﻟﯥ ﻧﻪ ..دې ښﺎر ﺗﻪ ﺧﻮ دَ ﻋﻠﻢ او
ﻋﺎﻟﻤﺎﻧﻮ ښﺎر ﺧﻮ ﻫﻢ وﺋﻴﻞ ﻛﯧږي"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 242 -
دَ دې ﻣﻄﻠﺐ دا ﺷﻮ ،ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دَ ښﻜﺎره څﻴﺰوﻧﻮ ﻛﺘﻨﻪ او ﺳﯧﻞ
ﻣﻘﺼﺪ ﺟﻮړ ﻛړى دى ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻫﺮ ځﺎى دَ ﺧﻠﻘﻮ روﺋﻴﯥ او ﻓﻄﺮت ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻮ ﻫڅﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ ﻛړي ده -ﻫﻢ دﻏﻪ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ
ښﺎر دى ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﯥ دَ " ﻧﺘﺎﺷﺎ ﭘﻪ ﻧﻮم ﻳﻮ ﻣﺸﻬﻮره ﻧﻈﻢ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﺠﺒﻮر ﻛړى وو -ﻛﻮم ﭼﯥ " ﭘﻪ
ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻛﯥ ﭼﺎپ دى -ﻳﻌﻨﯥ ﻫﻐﯥ ) ﻧﺘﺎﺷﺎ( ورﺳﺮه ﻛﻮم ﻇﻠﻢ دَ ﻣﻴﻨﻲ ﭘﻪ ﻧﻮم ﻧﻪ وو روا ﻛړى او ده
ﻛﻮم ﻇﻠﻢ دَ ﻣﻈﻠﻮم ﻋﺎﺷﻖ ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻧﻪ وو ﺑﺮداﺷﺖ ﻛړى -دَ اﯦډﻧﺒﺮا دَ ښﺎر دَ روﻣﺎﻧﻮي ﺑڼﯥ ﻧﻪ ﻋﻼوه دَ ﺷﻮق او
ﻧﺘﺎﺷﺎ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ راﻏﻠﻲ ﭘﯧښﻪ ډﯦﺮه ﺳﺴﭙﻨﺲ او ﺧﻮﻧﺪ ﻟﺮي -دﻟﺘﻪ دَ ﻫﻐﯥ ﻧﺘﺎﺷﺎ او ﺷﻮق ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ دَ دې
ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ وړاﻧﺪي ﻛﻮل ﺿﺮوري ګڼﻢ ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻟﻜﻪ ﻧﺮ ﭘښﺘﻮن دَ ﻫﻐﯥ ﭘﻪ ﻓﻄﺮي اﻧګﺮﯦﺰﻳﺖ داﺳﯥ
واروﻧﻪ ﻛﻮي ..ﭼﯥ دَ ﻓﯧﺮﻧګﯥ ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺟﺎﻟﻮﻧﻮ او ﭼﻠﻮﻧﻮ ﺧﺒﺮ ﻳﻮ ﭘښﺘﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ښﯥ ډﯦﺮي ﻣﻌﻨﺎوْي اﺧﺬ
ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ -
" -ﺗﺎﺳﻮ ﻫﻢ ﻏﻼ ﻛﻮئ؟ ﭼﯥ ځﺎﻧﺘﻪ دَ ﻧﻮي ﻧړۍ ﺑﺎداران واﻳﺎﺳﺖ ..ﻫﻠﻪ ﺷﺎﺑﺎش ،زﻣﺎ ﺷﻴﺎن را واړوه
-دا څﻪ واﺋﯥ ..ﻛﻮم ﺷﻴﺎن زﻣﺎ دوﺳﺘﻪ !! ؟
ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ډﯦﺮ اﻋﺘﻤﺎد څﻨګﻪ اﻧﻜﺎري ﺷﻮه ،ﻧﻮ زه ﻟﻪ ﻏﺼﯥ ورﺗﻪ ﺳﻮر او ﺷﻴﻦ ﺷﻮم
-ﻟﻌﻨﺖ دې ﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ دې ﻧﺎﻣﻪ ﺷﻲ ..زه ﻧﻮر ﻧﻪ ﻳﻢ ﺧﺒﺮ -ﺑﺲ زﻣﺎ ګﻬړۍ او ﭘﺎﺳﭙﻮرټ را واړوه
ﺧﻮ دا وه ﭼﯥ راﺗﻪ ﻣﻮﺳﯧﺪﻟﻪ او واﺋﻲ..
-دا دواړه ﺷﻴﺎن ﺧﻮ ﺳﺘﺎ ﭘﻪ واش روم ﻛﯥ اوس اوس ﻣﺎ اوﻟﻴﺪﻟﻮ ،ﭼﯥ ﭘﺮاﺗﻪ وو
-ﭘﻪ واش روم ﻛﯥ ؟؟
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 248 -
دﻟﺘﻪ دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺣﯧﺮاﻧﺘﻴﺎ ځﻜﻪ ﭘﻪ ﺣﻖ وه ..ﭼﯥ دَ دې ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﻧﻪ ﻣﺦ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻲ ..ﭼﯥ دا څﻴﺰوﻧﻪ ﺧﻮ ﭘﻪ
ﺳﺎﺋﻴډ ټﯧﺒﻞ ده اﻳښﻲ وو ..واش روم ﺗﻪ څﻨګﻪ اورﺳﯧﺪو؟ زﻣﺎ ﻣﻄﻠﺐ دَ دې ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ وړاﻧﺪې ﻛﻮﻟﻮ ﻧﻪ دا دى ،
ﭼﯥ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دې ﺳﻔﺮ ﻛﯥ دَ ﻳﻮ ﻋﺎم ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﭘﻪ ﺑڼﻪ ﻛﯥ داﺳﯥ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻲ او
ﭘﺮﯦﺸﺎﻧﻲ ﻳﺎ ﻏﻢ اﻇﻬﺎر ﭘﻪ ﻧﺮه ﻛﻮي -او ﺑﻞ دَ ﻫﻐﻪ ﻣﻘﺼﺪ دَ ﺧﭙﻞ ﺳﻔﺮ دَ ﻫﻐﻮ ﻣﻘﺎﺻﺪو دَ اﻇﻬﺎر ﻛﻮﻟﻮ ﻧﻪ ﻫﻢ دى ..
ﭼﯥ دﺋﻰ ورﺗﻪ اﺻﻞ اﻧﺴﺎﻧﻲ ژوﻧﺪ واﺋﻲ -دَ ﻧﺘﺎﺷﺎ دَ دﻫﻮﻛﻮ ﻧﻪ ﺷﻮق دوﻣﺮه ﻣﺘﺎﺛﺮه ﺷﻮى دى ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ اﻧګﺮﯦﺰ
ﻗﻮم ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﻟﻴﻜﻲ -
" اﻧګﺮﯦﺰ ﻛﻪ ﭘﻪ ﺧُﻮى ﻫﺮ څﻮﻣﺮه ښﺎﺋﺴﺘﻪ او ﭘﻪ ﺧﻠﯥ ﺑﺎﻧﺪې ﺧﻮږ ﺷﻲ -ﻧﻮ ﻫﻢ ﭘﻪ اﻳﻤﺎن ﻛﯥ ﺷﻚ ﻟﺮي -
ګﻮا دَ ﺗﺎرﻳﺨﻲ او رواﺋﻴﺘﻲ ﭘﻪ ﺳﻤﻪ دَ ﻟﺴﺘﻮڼﻲ دَ ﻣﺎر ﭘﻪ ﺷﺎن ﭼﻴﭽﻞ ﻛﻮي -دا اوس ﺑﯧﻠﻪ ﺧﺒﺮه دا ،ﭼﯥ
ﭘﻪ زﻫﺮو ﻳﯥ ﺳړى ﻣﺮي ﻛﻢ ﺧﻮ ﻣﺮګﻲ ﺣﺎﻟﻪ زﻳﺎت وي"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 250 -
ﻛﻮﻣﯥ ﺧﺒﺮې ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮې ﻓﯧﺮﻧګۍ دَ ﻣﺴﻠﺴﻠﻮ دﻫﻮﻛﻮ ورﺳﺘﻮ ﻛړي دي ..ﻫﻐﻪ داﺳﯥ
څﺮګﻨﺪوي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دې ﺟﻴﻨۍ دﻫﻮﻛﻪ ورﻛړي ده ..ﺑﻠﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ ادراﻛﻲ ﻧﻈﺮ ﻫﺮ ﭼﺮﺗﻪ ﭘﻪ دې
ﺧﻠﻘﻮ ﻛﯥ ور ﺧښ ﻛړى دى -او دې ﻧﺘﻴﺠﯥ ﺗﻪ رﺳﯧﺪﻟﻰ دى -
" ﺑﯥ ﺷﻜﻪ ﭼﯥ ژوﻧﺪي ﻗﺎﻣﻮﻧﻪ دَ ﺧﭙﻠﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ اّﺛﺎرو ﻗﺪر ﻛﻮي -او ﻫﺮ ﻗﺎم ﭼﯥ دَ ﺗﺎرﻳﺦ څﺨﻪ ﺧﭙﻠﻲ
رﺷﺘﯥ دَ ﺣﺎﺿﺮ وﺧﺖ ﭘﻪ ﺑﻴﻌﻪ ﺷﻠﻮي ..ﻧﻮ دَ ﻫﻐﻪ ﻗﺎم ﺳﺒﺎوْن ﭘﻪ ﻧﻴﺸﺖ ﺷﻤﺎرﯦږي -ﻫﻮ ،ﻟﻜﻪ زﻣﺎ ﭘښﺘﻨﻮ
ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﻋﻈﻤﺖ دَ ﺛﺎﺑﺘﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﺑﺎب ﭘﻪ رﻳﻜﺎرډ ﺑﺎﻧﺪې زرﻛﻠﻦ زوړ دﯦﻮال ﻻ ﻧﻪ ﻟﺮي "
دَ ﭘښﺘﻮ او ﭘښﺘﻨﻮ ﺳﺮه دَ ﻓﻄﺮي ﻣﻴﻨﻲ او ﺗړون ﺟﺬﺑﯥ ﭘﻪ دې ﻛﺮښﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -ﺧﻮ دَ ﻳﻮ ګﻴﻠﻪ
ﻣﻦ ﭘښﺘﻮن ﭘﻪ ﺣﯧﺚ -ﺑﻠﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﭼﺮﺗﻪ ﻫﻢ ﺗﺎرﻳﺨﻲ اّﺛﺎرو ﺗﻪ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻮى دى ﻧﻮ ﻳﯥ ﭘښﺘﻮن ﺳﺘﺮګﻮ ﺗﻪ ځﻜﻪ
راﻏﻠﻰ دى -ﭼﯥ ﻫﻐﻪ داﺳﯥ ﻳﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﻧﺨښﻪ ﻧﺨښﺎﻧﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮﻧﺨﻮا ﻛﯥ ﻧﻪ ﻟﺮي ﭼﯥ دَ ﻳﻮ ﻧﺮ ﭘښﺘﻮن ﭘﻪ
ﺣﯧﺚ ﭘﺮې ﻓﺨﺮ اوﻛړي -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﻛﻠﻪ ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﻗﻮم دَ ﺑﯥ ﺳﻮادۍ او ځﻨﺎوري روﺋﻴﻮ ﻧﻪ ډﯦﺮ ﻣﺎﻳﻮﺳﻪ
ﺷﻮى دى -ﻧﻮ ﻳﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﺻﺎدق زړه ﺑﻬړاس داﺳﯥ ﻫﻢ ورﺑﺎﻧﺪې اوﺑﺎﺳﻠﻰ دى -ﻟﻜﻪ ﭘﻪ ﻫﻢ دﻏﻪ ﺑﺎب ﻛﯥ ﻣﺨﺘﻪ
ﻟﻴﻜﻲ-
" ﻛﻮم ﺧﻮاﺧُﻮږي ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﭼﯥ دَ ﭘښﺘﻮن ﻗﺎم ﺷﺠﺮه دَ اّرﻳﺎوْ ﻳﺎ اﺳﺮاﺋﻴﻠﻮ ﺳﺮه دَ ﺗړﻟﻮ دﭘﺎره څﻮﻣﺮه ﻏټ
ﻏټ دﻟﻴﻠﻮﻧﻪ واﺋﻲ -ﻛﻪ ﭼﺮﺗﻪ ﻟﻪ ﻫﻐﻮئ څﺨﻪ څﻮك دا ﭘﻮښﺘﻨﻪ اوﻛړي -ﭼﯥ وروڼﻮ!! دا ﺧﻮ دې اول
راﺗﻪ ﺛﺎﺑﺖ ﻛړئ ،ﭼﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﭘﻪ ﭘﺨﻮاﻧۍ زﻣﺎﻧﯥ ﻛﯥ وو ﻫﻢ ﻛﻪ ﻳَﻪ ..؟ او ﺷﺮط ﻫﻢ دا ورﺑﺎﻧﺪې اوﻟګﻮي
،ﭼﯥ ﺛﺎﺑﺘﻮئ ﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺨﻲ اّﺛﺎرو ..ﻧﻪ ﭼﯥ دَ ﺑﻞ ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻞ ﺷﻮوْ ﺗﺎرﻳﺨﻮﻧﻮ -ﻧﻮ زﻣﺎ ﺧﻴﺎل ﻧﻪ ﻛﯧږي
ﭼﯥ دا زﻣﺎ دَ ژﺑﻲ ﺗﻮرﻳﺎﻟﻴﺎن ﺑﻪ دَ ﻧﻦ دَ دې ﺳړﻳﺨﻮره ﭘښﺘﻨﻮ رﺷﺘﻪ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻫﻐﻮ ﻧﻴﻜﻪ ګﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺗړﻟﻮ
ﻛﯥ ﺑﺮﻳﺎﻟﻲ ﺷﻲ ﭼﯥ دَ ﻧﻨګ ﺗﺮاﻧﯥ ﻳﯥ ﻣﻮﻧږ څﻪ ..اﻏﻴﺎرو وﺋﻴﻠﯥ"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 270 -
دﻟﺘﻪ داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﺑﯥ ﭘښﺘﻮ ﺷﻮى وي -او ﭘﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﻣﺎﺗﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ
دا ﺧﺒﺮي ﺑﺪې را ﻣﺤﺴﻮﺳﻲ ﺷﻮې -ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮوْ دﻟﻴﻠﻮﻧﻮ ﻟږ ﻧﻮر ﻏﻮر اوﻛړم ..ﻧﻮ دا
ﻣﯥ ﻳﻘﻴﻦ ﺷﻲ ،ﭼﯥ ﻫﺮ ﭘښﺘﻮن ﺑﻪ دا ﺧﺒﺮه اوﻣﻨﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﭘﻪ ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﻣﻨﻄﻘﻲ دﻟﻴﻞ ﭘټ دى -او
ﭘﻪ دې ﻫﺮ ﻫﻐﻪ څﻮك ﭘﻮﻫﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﻳﺎ ﻳﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳﻮﻟﻰ ﺷﻲ ..ﭼﯥ دَ ﺳﯧﻼﻧﯥ ﭘﻪ ﺷﺎن ګﺮځﯧﺪﻟﻰ وي -ﻛﻪ زه دَ ﻳﻮ
ﻧﻘﺎد ﭘﻪ ﺣﯧﺚ ﻳﻮ ﻃﺮف ﺗﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮي ﻛﻮﻟﻮ ﻏﻠﻂ اوګڼﻢ ..ﻧﻮ ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ ﻛﻪ ﻣﺎ ﺳﺮه دَ دې ﺧﺒﺮي ﭘﻪ
ځﻮاب ﻛﯥ ﻣﻀﺒﻮط دﻟﻴﻞ ﻧﻪ وي ..ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻗﻮل ﻳﺎ ﻣﻨﻄﻖ ﻛﯥ ﺻﺤﻴﺢ دى -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ دَ دي ژﺑﯥ
ﻧﻘﺎداﻧﻮ ﺗﺮ اوﺳﻪ دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ دَ دې دوﻣﺮه وړﻛﻮټﻲ ﺳﻮال ﺗﻪ ځﻮاب ﻧﻪ ﻛړو ﭘﻴﺪا -
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق َد ﻣﻐﺮب دَ ګﻠﻮﺑﻼﺋﺰﯦﺸﻦ ﺳﻠﻮګﻦ ﻫﻢ رد ﻛﻮي ..ﭼﯥ ﻛﻠﻪ دَ ﭼﯧﺴټﺮ ﻧﺎﻣﯥ
ښﺎر ﺧﻮاوﺷﺎﺗﻪ ﺟﻮړ ﺷﻮي ﻏټ دﯦﻮال ﺗﻪ ګﻮري -او دا ﻣﺸﻬﻮره ﺧﺒﺮه ده ،ﺗﺮ اوﺳﻪ ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ ډﯦﺮ ښﺎروﻧﻪ ﭘﻪ
ﻳﻮرپ ﻛﯥ ﺷﺘﻪ ﭼﯥ ﺧﻮاوﺷﺎﺗﻪ ﻳﯥ دﯦﻮاﻟﻮﻧﻪ دَ ﺗﺤﻔﻆ ﭘﻪ ﻧﻴﺖ ﺟﻮړ ﻛړل ﺷﻮي دي -څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ دﻏﻪ رواﺋﻴﺘﻲ ﺑڼﻪ
ده -ﺧﻮ دَ ګﻠﻮﺑﻼﺋﺰﯦﺸﻦ ﭘﻪ اړه ورﻧﻪ ﻳﻮ ﻓﻜﺮي ﺗﻬﻴﻢ داﺳﯥ ﺳﯧﻼﻧﻲ اﺧﺬ ﻛړى دى -
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻣﺸﻬﻮر زﻣﺎﻧﻪ ﺷﻬﺰادګۍ ﻟﯧډي ډﻳﺎﻧﺎ دَ ښﻜﻠﻲ ﻣﻤﻠﻜﺖ وﯦﻠﺰ ﭘﻪ اړه ﭼﯥ
څﻮﻣﺮه ﻣﺘﺎﺛﺮه ﺷﻮى دى -ﻫﻐﻪ ﻫﻮﻣﺮه ﻳﯥ دَ درو ﭘﻪ دې روﻣﺎﻧﻮي ﻣﻤﻠﻜﺖ ﻛﯥ دَ ﻟﻤﺮ دَ اﻫﻤﻴﺖ ﻧﻪ ﺧﺒﺮ ﺷﻮى ﻫﻢ
دى -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ځﺎى دَ ګﺎﺋﻴډ ﭘﻪ ﺧﻠﻪ دا ﺧﺒﺮه ﻛﻮي ،ﭼﯥ..
" ﻣﻮﻧږ ﻳﻮرﭘﺌﻴﻦ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﭘﻪ ﻟﻤﺮ ﻣﺌﻴﻦ ﻳُﻮ -ﻟﻤﺮ ﻫﻐﻪ ﻫﻮﻣﺮه ﻟﻪ ﻣﻮﻧږ څﺨﻪ ﻧﻔﺮت ﻛﻮي -او ځﺎن
ﭘټﻮي راڅﺨﻪ "
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 283 -
" دﻟﺘﻪ ﭘﻪ ﻓټ ﭘﺎﺗﻬﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻫﻠﻜﺎن ) ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ( ﭘﻪ ﺗﻮرو ﺳﻮټﻮﻧﻮ او ﺟﻴﻨﻜۍ ﭘﻪ ﺗﻮرو ﻫﺎف
ﺳﻜﺮټﻮﻧﻮ ﭼﯥ ﺗﺮ ګﻮﻧډو ﭘﻮرې ﭘړده ﻟﺮي ﻛﯥ ښﻜﺎري څﻪ ؟ ﭼﯥ اﻳﻤﺎﻧﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ښﺎﺋﺴﺖ دَ ﺗږو
وږو ﺳﯧﻼﻧﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺧﻄﺮه ﻛﯥ اﭼﻮي -او زه ﺧﻮ ﻫﻢ ﻳﻮ ﺳﯧﻼﻧﻰ وم ..ﻧﻮ ځﻜﻪ ﭼﯥ ﺑﻪ ﻣﯥ ﻫﺮ څﻮ ﻛﻠﻴﻤﯥ ﭘﻪ
ځﺎن راﭼُﻮف ﻛړې -ﺧﻮ " ...
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 301 -
دې ﻧﻪ ﻋﻼوه ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺷﻮق دَ اّﻛﺴﻔﻮرډ دَ ﻳﻮﻧﻴﻮرﺳټۍ او ښﺎر ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ﭼﯥ څﻨګﻪ ﭘﻪ ﻫﻨﺮي
اﻧﺪاز ﺑﻴﺎﻧﻮي ..ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻓﻜﺮ ،ﺧﻮ دﻏﻪ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ذوق او ﺷﻮق ﭘﻪ رﻧګ رﻧګﻮﻟﻲ دي -
ﻫﻐﯥ ﻧﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ روﻣﺎﻧﻮي ﻃﺒﻌﯥ ﻋﻜﺎﺳﻲ ﭘﻪ دﯦﺮ ښﻪ ډول ﻛﯧﺪى ﺷﻲ -او ﻣﻮﻧږ دا ﻣﺤﺴﻮﺳﻮﻟﻰ ﺷﻮ ..
ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ښﺎر ﻛﯥ ډﯦﺮ زﻳﺎت ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻣﻮډ ﻛﯥ ﺳﻔﺮ ﺗﻪ ﺟﻮړﯦﺪﻟﻰ ښﻜﺎري -وﺟﻪ ﻳﯥ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ دَ دې
ښﺎر ښﻜﻼ ده او ﻳﺎ ﭘﻪ دې ښﺎر ﻛﯥ اوﺳﯧﺪوﻧﻜﻲ ﺧﻠﻖ -ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﯥ ﭘﻪ ﻧﺜﺮي ﺷﺎﻋﺮۍ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﻣﺠﺒﻮر
ﻛړى دى -ﻻﻛﻦ دَ دې ﺑﺎوﺟﻮد ﻫﻢ دَ ﻫﻐﻪ ﻧﻪ دَ ﻣﻠګﺮو ډﯦﻔﻨﻲ او ﺑﻠﻨډاواﺋﻰ دا ګﻴﻠﻪ ګﻮره ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻪ وﺟﻪ داﺳﯥ
راځﻲ ؟
" ﺷﻮﻗﻪ!! ﺗﻪ ﺧﻮ ډﯦﺮ روﺷﻦ ﻓﻜﺮه ﺳړى وې -دا ﺑﺮاﻳﻪ ﺷﭙﻪ څﻠﻪ ؟ "
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 300 -
داﺳﯥ ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﭘﻮښﺘﻨﯥ ﻛﯥ ډﯦﺮي ﭘټﯥ اﺷﺎرې ﭘﻪ ﻧﻈﺮ راځﻲ ..ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﭼﯥ دَ ﺷﻮق ځﻮاب " څﻠﻪ ﻧﻪ ..؟
" ﺗﻪ ﻓﻜﺮ اوﻛړم ..ﻧﻮ ﻣﺎﺗﻪ ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﺑﺎﻛﺮداره او دروﻧﺪ ﭘښﺘﻮن او ځﻠﯧږي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ دې درﺳﺖ ﺳﻔﺮ ﻛﯥ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺧﭙﻞ ﻫﺮ ﻏﺮض ﭘﻪ ﻳﻮه ﻧﺎ ﻳﻮه ﺣﻮاﻟﻪ ﻳﺎ ﻣﺠﺒﻮرۍ ﺗﺶ ﺗﺮ ﺧﭙﻞ ﺳﻔﺮي دﻟﭽﺴﭙﻴﺎﺗﻮ ﺗﺮ ﺟﺪه ﻣﺤﺪود
ﺳﺎﺗﻠﻰ دى -او دَ ﻫﻐﻪ ادﺑﻲ ﺗﻨﺪه وه او ﻳﺎ دَ ﻫﻐﻪ اﺿﻄﺮاب ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻫﺮﻛﻠﻪ ﻣﺘﺤﺮك څﺮګﻨﺪوي -ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﺑﺎب
ﻛﯥ ﭼﯥ څﻨګﻪ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﻟﻨﺪن ﺗﻪ اورﺳﻲ ...ﻧﻮ دَ ﻧﺘﺎﺷﺎ ﻗﻴﺼﻪ ﻫﻢ ﺑﻴﺮﺗﻪ اﭼﺎﻧﻚ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ زړه ﻛﯥ داﺳﯥ ﭘﻪ ﺷﺪت
راژوﻧﺪۍ ﺷﻲ -ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻟﻪ ﺧﻴﺎﻟﻪ دَ ﻫﻐﯥ ﺳﺮه ﺧﺒﺮې ﺷﺮوع ﻛړي -ﺗﺎﺳﻮ ﭘﻪ دې ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﻛﯥ ورﻧﻪ ﺑﻼ ډﯦﺮي
ﻣﻌﻨﯥ اﻏﻴﺴﺘﻰ ﺷﺊ -
ﭘﻪ دې ﻛﺮښﻮ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﻣﻜﺎﻟﻤﺎﺗﻲ اﻧﺪاز دوﻣﺮه دَ ﺧﻮﻧﺪ دى ﭼﯥ دﻏﻪ ﺑﺎب ﺗﻪ ﻳﯥ دَ روﻣﺎﻧﻮﻳﺖ ﻳﻮه
ښﻜﻠﻲ ﺷﻮﺧﻲ ورﻛړي ده -دَ ﻣﻜﺎﻟﻤﻮ ﭼﺴﺘﻲ او ﺗﺴﻠﺴﻞ دې ﺑﺎب ﺗﻪ ﻳﻮ ډراﻣﺎﺋﻲ ﻣﻜﺎﻟﻤﺎﺗﻲ رﻧګ ﺑﺨښﻲ ﭼﯥ
دَ ﻟﻴﻜﻮال دَ ادﺑﻲ ﻫﻨﺮ څﺮګﻨﺪوﻧﻪ ﺗﺮﯦﻨﻪ ﻛﯧږي -
څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ ﭘﻪ دې ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﻛﯥ ﻟږې ډاﺋﺮﻳﻜټ اﺷﺎرې دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ راﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮﻟﻰ
ﺷﻲ ..ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ دا ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ﻛﻠﻪ ﺳﺮ ﺗﻪ اورﺳﻮي ..ﻧﻮ ﻫﺮ څﻪ ﺑﻪ ﻛﻠﻴﺮ ﺷﻲ -وﻟﻲ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق داﺳﯥ
ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﺗﺶ ﭘﻪ دې دَ ﺳﻔﺮي ﺣﺎل ﺳﺮه ګﻨډﻟﻲ دي ،ﭼﯥ ﺳﻔﺮ ښﻪ ﭘﻪ اّرام ﺗﯧﺮ ﺷﻲ او ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ ﻟږه وراﺋﻴټﻲ
ﻫﻢ ﻟﻮﺳﺘﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﺷﻲ -
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ دَ واﭘﺴۍ ﻗﻴﺼﻪ او ﺧﻮب ﻧﻪ ﻋﻼوه ﭘﻪ دوﺑۍ ﻛﯥ دَ ﻋﺮﺑﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﺎب ځﻴﻨﻲ داﺳﯥ ﺧﺒﺮي
ﻫﻢ ذﻛﺮ ﺷﻮي دي ..ﭼﯥ ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ ﻣﺎ اورﯦﺪﻟﻲ ﻳﺎ ﻟﻮﺳﺘﻠﻲ دي -ﻟﻜﻪ دﻟﺘﻪ ﭼﯥ ﻳﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ
ﺳﻮال ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻲ-
" دا ﻫﻐﻪ ﻗﺎم د ..ﭼﯥ ﻣﺎ ﺑﺮاﻳﻪ ﺷﭙﻪ ﺗﺮ ﺳﻬﺎره دَ اروﭘﺎ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﻛﯥ ﺳﻮچ ﻛﻮﻟﻮ؟
دا ﻫﻐﻪ ﺳﻮال وو ،ﭼﯥ زه ﻳﯥ ﭘﻪ دې وﺋﻴﻠﻮ ﻣﺠﺒﻮر ﻛړم ﭼﯥ ﻛﻪ دَ دې ګﻠﻒ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ دَ ﺗﯧﻠﻮ دَ ﭘﻴﺴﻮ
زﻛﺎت ﻫﻢ ﭘﻪ ﻧﻮرو ﻏﺮﻳﺒﻮ ﻣﺴﻠﻤﺎن ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﻛﯥ اووﯦښﻞ ﺷﻲ -ﻧﻮ زﻣﺎ ﻳﻘﻴﻦ دى ﺟﯥ ﻫﻴڅﻮك ﺑﻪ ﻫﻢ
ﻏﺮﻳﺐ ﭘﺎﺗﯥ ﻧﻪ ﺷﻲ -ﻻﻛﻦ ﻳَﻪ ..دا ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﺧﻠﻖ دي ﭼﯥ واﻳﻢ ﻛﻪ دَ ﻳﻮ ﻟﻜﻬـ څﻠﻮﯦښﺖ زره ﻛﻢ او زﻳﺎت
ﻧﺒﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ځﺎى ﭘﻪ ﻛﯥ ..ﭘﻪ ﻫﻢ دﻏﻪ ﻫﻮﻣﺮه ﺷﻤﯧﺮ ﻣﻠﻜﺎن ﭘﻴﺪا ﺷﻮي وى ﻧﻮ ﺑﻪ ﻫﻢ ﺳړي ﺷﻮي وى -ﺧﻮ
دا ﻟﻪ ﺑﺪه ﻣﺮﻏﻪ ﻧﺸﻮل ﺳړي"
ﭘﻪ دې ﺑﺎب ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺧﭙﻞ دې اوږد ﺳﻔﺮ اﺧﺘﺘﺎم ﭘﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﺧﺒﺮي ﻛﻲ ﻛﻮي ﭼﯥ ..
ﻫﻐﯥ ﻧﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﺧﭙﻞ اﺳﺘﻌﺪاد دَ ﻣﺨﯥ ډﯦﺮ ﻣﻄﻠﺒﻮﻧﻪ اﻏﻴﺴﺘﻰ ﺷﻲ -او ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮه دا ﺧﺒﺮه ده..
" دَ اﻻﻣﺎرات اڼﺘﺮﻧﯧﺸﻨﻞ اﻟﻮﺗﻨﻲ ﺟﻬﺎز EK 600ﭘﺎوْ ﺑﺎﻻ اﺗﻬﻪ ﺑﺠﯥ ﻟﻪ دوﺑۍ اﺋﻴﺮﭘﻮرټ څﺨﻪ ﭘﻮرﺗﻪ
ﺷﻮ او ﭘﻪ ﻧﻪ ﺳﺎﻋﺖ ﻛﯥ ﺗﺮ اورﻳځﻮ ﺑﺎﻻ ..ښﻪ ﺑﺎﻻ دَ ﻛﺮاﭼۍ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻟﻜﻪ دَ ﭘښﺘﻮن ﻟﻪ ﺗﻮﭘﻜﻪ وﺗﯥ ګﻮﻟۍ
روان څﻪ ﺷﻮ ..ﭼﯥ ﻣﺎ ﻫﻢ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺮﺗﻪ دَ ﺳﻮﭼﻮﻧﻮ رُخ دَ ﻫﻐﯥ ﺧﺎورې ﭘﻪ ﻟﻮر واړوﻟﻮ ،ﭼﯥ زه ﻳﯥ
زﯦږوﻟﻰ وم -ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ زه ﭘﻪ " زه" ﻛﯥ ﻧﻪ وم ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻮى ﺧﻮ ورﺗﻪ روان ﭘﻪ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟۍ ﺑﺎﻧﺪې وم"
) دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر ..ﻣﺦ ( 331 -
ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ
ﻧﻮښﺎر ﻛﺎﻛﺎ ﺻﺎﺣﺐ _ ﭘښﺘﻮﻧﺨﻮا
« ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ «
ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ
) دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﺎول(
) ﻳﺎدګﻴﺮﻧﻪ -:دا ﻛﺘﺎب ﭘﻪ ﻛﺎل ٢٠٠۶ﻛﯥ ﭼﺎپ ﺷﻮى دى (
ـــــــــــــــ
ﻣﺎ ﭼﯥ دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ او ﺷﻌﺮي ﻣﺠﻤﻮﻋﻮ ﻛﻮﻣﻪ ﺗﻨﻘﻴﺪي ﺟﺎﺋﺰه ﻟﻴﻜﻠﻲ ده -ﻧﻮ دَ ﻫﻐﯥ
ﻧﻪ ﭘﺲ راﺗﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻧﺎول دَ ﻣﺴﻮدې دَ ﻛﺘﻮ اﺗﻔﺎق اوﺷﻮ -دَ ﻧﺎول ﻗﻴﺼﻪ دوﻣﺮه ﻣﺰﯦﺪاره وه ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﯥ ﻣﻲ ﻫﻢ
ﻳﻮه راﺋﻰ ﺟﻮړه ﺷﻮه -او ﺑﻴﺎ دﻏﻪ راﺋﻰ ﻟﻴﻜﻞ ﻣﻲ ﺧﭙﻠﻪ اﺧﻼﻗﻲ او ادﺑﻲ ذﻣﻪ واري اوګڼﻠﻪ -ﺧﺪاى ﭘﺎك دي
اوﻛړي ﭼﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﭘﻪ ډﯦﺮه ﻣﻴﻨﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻏﻪ ﻛﻮﺷﺶ ﻫﻢ اوﺳﺘﺎﺋﻲ -زه دا ﺧﺒﺮه ﻳﻮ ځﻠﯥ ﺑﻴﺎ ﻛﻮم ﭼﯥ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ ﺧﭙﻞ وﺟﻮد ﻟﺮي ..ﺧﻮ دَ دﻏﻪ وﺟﻮد څﯧﺮه ﭘﻪ ځﻴﻨﻮ ﻧﻮرو اﻋﺰازي ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ ﻫﻢ ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻰ
ﺷﻲ -ﻟﻜﻪ ﺑﻘﻮل دَ ﻣﺤﺘﺮم ﻣﺸﺮ اﻳﺎز داوْدزى " اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ..ﻫﺰار داﺳﺘﺎﻧﻲ ﺷﺨﺼﻴﺖ دى" ،دَ ﻣﺤﺘﺮم ﺳﻌﻴﺪ
ګﻮﻫﺮ ﺑﻘﻮل ﻫﻐﻪ " ﭘښﺘﻮن ﺟﻬﺎﻧﻴﺎن ﺟﻬﺎن ګﺸﺖ " دَ ﻣﺸﺮ ﺳﻠﻴﻢ راز ﺑﻘﻮل " ﺳﯧﻼﻧﻰ ﺷﺎﻋﺮ" دى ،دَ اﻛﺮام اﷲ
ګﺮان ﭘﻪ ﻗﻮل دا دَ اﻣﻦ ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺷﺎﻋﺮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق " دَ ﺳﻠﻮ ﻳﺎر" دى ...او زه ﺑﻴﺎ واﻳﻢ ﭼﯥ دﻏﻪ ورك ﻣﺴﺎﻓﺮ
ورك ځﻜﻪ ﻧﻪ دى ..ﭼﯥ دﺋﻰ ﻫﻐﻪ ﭘﯧﺮﺋﻰ دى ..ﭼﯥ دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ زړوﻧﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﺧﻮ دا ﺑﯧﻠﻪ ﺧﺒﺮه ده ﭼﯥ
ډﯦﺮي ﻛﻤﻲ ﺳﺘﺮګﯥ ﻳﯥ وﻳﻨﻲ ..ګﻮري -وﻟﯥ ﭼﯥ دﺋﻰ دَ ژوﻧﺪ ﭘﻪ ﻓﻦ ﻛﯥ ورك دى -ﻻﻛﻦ دَ ﻣﺰې ﺧﺒﺮه دا ،ﭼﯥ
ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﻛﻪ څﻮك ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻟټﻮل ﻏﻮاړي ..ﻧﻮ ﻫﻐﯥ ﺗﻪ دَ ﻳﻮ ﻓﻨﻲ ادراك ﺿﺮورت دى -اوس دا دَ ﻳﻮ ﻓﻨﻜﺎر ﻛﺎر دى
ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دي دَ ده ﻓﻜﺮاو ﻓﻦ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻓﻨﻜﺎراﻧﻪ ﻣﻴﻨﻪ او ﻫﻨﺮ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړي -
دَ دې ﻧﺎول " ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ" دَ ﺳﻨﺴﻨﻲ ﺧﯧﺰه واﻗﻌﺎﺗﻮ دَ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﭘﺲ ﻣﺎﺗﻪ دَ ﻳﻮ ﻗﺎري ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ
داﺳﯥ ښﻜﺎري ...ﻟﻜﻪ ځﻤﻮﻧږ دﻏﻪ ﺷﺎﻋﺮ ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﻫﻨﺮ ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮ ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﻛﺮدار ،ﻛﻠﻪ ﭘﻪ اﻓﺴﺎﻧﻪ ،ﻛﻠﻪ ﭘﻪ
ډراﻣﻪ او ﭼﺮﺗﻪ دَ ﻳﻮ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ دَ دﻳﻮﻣﺎﻻﺋﻲ ﻛﺮدار ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻟﻮﺑﻮي -دﻏﻪ دَ ده ﺧﻮﺑﻲ ﻫﻢ ده او ﻛﻤﺰوري ﻫﻢ -دَ
ﻗﺎري ﺟﺬﺑﺎت ) ﻏﻢ او ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻲ ( راﻟړزول ..ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ دﻏﻪ ﻛﺮداروﻧﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ دَ ﻗﺎري دﻏﻪ
ﻛﯧﻔﻴﺖ ،ﻫﻐﻪ دَ ﺧﭙﻞ وﺟﻮد ﭘﻪ ژوﻧﺪي ﺗﺎﺑﻮت ﻟﻜﻪ دَ ﻣﯧﺨﻮﻧﻮ ټﻚ وﻫﻲ -دﺋﻰ ﻳﻮ رښﺘﻮﻧﻰ ﻋﻜﺎس دى او
داﺳﯥ ﻟﻴﻜﻮﻧﻜﻲ ډﯦﺮ ﻛﻢ دى ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ډﯦﺮه اﻳﻤﺎﻧﺪارۍ او ﺧﻠﻮص دَ ﺧﭙﻞ ذاﺗﻲ ژوﻧﺪ ﻣﺸﺎﻫﺪې ،ﺗﺠﺮﺑﯥ او
ښﻪ او ﺑﺪ اړﺧﻮﻧﻪ دَ ﺧﭙﻠﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ږدي -او داﺳﯥ دَ ژوﻧﺪ او ﺟﺬﺑﻮ ﻳﻮ ﻻزواﻟﻪ ﺗﺎرﻳﺦ رﻗﻢ ﻛﻮي -ﻫﻢ
ﭘﻪ دې ﺧﻮ دَ ده ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﯥ او دَ ﻧﻦ ﻧﻘﺎدان دَ ده ﺳﺮه اﻧﺼﺎف ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛﻮﻟﻰ ..ﭘﻪ دې ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻢ دا دﻋﻮه ﭘﻪ
ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ ﻛﻮي ﭼﯥ " زه دَ ﻧﻦ دﭘﺎره ﻟﻴﻜﻞ ﻧﻪ ﻛﻮم " -ﻳﻌﻨﯥ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﺳﺒﺎ ﺗﻪ دَ ﻧﻦ ﭘﻪ اّﺋﻴﻨﻮ ﻛﯥ دَ ښﻮ ﺳﭙﻴﻨﻮ او رڼﻮ
څﯧﺮو دَ ښﻮدﻟﻮ ﭘﻪ ﺣﻖ ﻛﯥ دى -ﭘﻪ دې ﺧﻮ دَ ﻧﻘﺎداﻧﻮ ﻧﺎﺧﻮښﻪ ..او دَ ﺑﯥ ﺳﻮاده ﭘښﺘﻨﻮ دﭘﺎره دَ ده ذات ،دَ ده
ﺷﺨﺼﻴﺖ او دَ ده ﻓﻦ ﻳﻮه اﻟﻤﻴﻪ ګﺮځﯧﺪﻟﻲ ده -ﺧﻮ زﻣﺎ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل دا اﻟﻤﻴﻪ دﻟﺘﻪ دا ﻫﻢ ده ..ﭼﯥ ﻧﻪ دﺋﻰ ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻮ
ﭘﻮﻫﯧږي او ﻧﻪ ﻳﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﭘﻮﻫـ ﻛړى ﺷﻮل -دَ دﯦﺮﺷﻮ ﻛﻠﻮ ﻧﻪ دﻏﻪ ﻫﺮ اړﺧﻴﺰ ادﻳﺐ او ﺷﺎﻋﺮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق داﺳﯥ دَ
ژﺑﯥ او ادب ﺧﺪﻣﺖ ﻛﻮي ..ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﻏﺮض ﻳﯥ ﻧﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ دَ اﻳﻮارډ او اﻧﻌﺎم ﻻﻟﭻ ﻳﯥ دى -ﺑﻠﻜﻪ دَ دې ﻫﺮ څﻪ
دﭘﺎره ﻳﯥ ﻳﻮ ﺟﺪا ﻓﻜﺮ او ﻧﻈﺮﻳﻪ ﺟﻮړه ﻛړي ده -او ﻫﻢ دﻏﻪ وﺟﻪ ده ﭼﯥ ﺗﺮ ﻧﻨﻪ دَ ادارې ﻳﺎ دَ ﻳﻮ ﺗﻨﻈﻴﻢ ﻟﻪ ﺧﻮا
ورﺗﻪ دَ ﺳګﺮﯦټ ﭘﻪ ﭘﻨﻰ دَ ﺷﺎﺑﺎﺷﻲ ﺗﻮري ﻧﻪ دي ورﻛړﻟﻰ ﺷﻮي -ﻳﻌﻨﯥ دا دَ ﻧﻦ ﻧﺎول ﻧګﺎر ﺷﺎﻋﺮ او ﻳﻮ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ
- ﻧګﺎر اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻫﺮ ﻻﻟﭻ ﻧﻪ ﺑﺎﻻﺗﺮ دى
داﺳﯥ ﻟﻴﻜﻮال ډﯦﺮ ﻛﻢ دي ﭼﯥ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ او ﻧﺜﺮ دواړو ﻣﺪوﻧﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻞ ﻛﻮي ..ﺧﻮ ښﺎﻏﻠﻰ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ داﺳﯥ ښﻮ ﻟﻴﻜﻮﻧﻜﻮ ﻛﯥ ﺷﻤﯧﺮﻟﻰ ﺷﻲ ،ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮي ﻟﻴﻜﯥ ..ﻧﻮ ﺑﻨﺪه واﺋﻲ ﭼﯥ ﺑﺲ ﻳﻮ ﺷﺎﻋﺮ
دآ ..ښﻪ ﺷﺎﻋﺮاو ﺣﻘﻴﻘﺖ ﭘﺴﻨﺪ ﺷﺎﻋﺮ -ﺧﻮ ﻛﻪ دَ ده ﻧﺜﺮ اوګﻮرو ،ﻧﻮ دا ﺧﺒﺮه ﺑﻪ زﻣﺎ ﺳﺮه ﻫﺮ څﻮك اوﻣﻨﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ
ﻧﺜﺮ ﻛﯥ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ځﺎن او ﻧﻮم داﺳﯥ ﻣﻨﻠﻰ دى ﭼﯥ ورﻧﻪ اﻧﻜﺎر ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﻳﻮ دور ﻛﯥ ﻫﻢ اوﻧﻪ ﺷﻲ -ﻳﻌﻨﯥ
دَ ده دَ ﺷﺨﺼﻴﺖ او ﻧﻮم ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ﺷﺎﻋﺮي ده ،او ﻧﻪ ﻧﺜﺮ -ﺑﻠﻜﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دواړو ﻣﻴﺪاﻧﻮﻧﻮ ﻛﯥ
ځﺎﻧګړﺗﻴﺎ ﻟﺮي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﻛﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺷﺎﻋﺮي اﻓﺴﺎﻧﻮي رﻧګ او ډراﻣﺎﺋﻲ ﻛﯧﻔﻴﺖ ﻟﺮي ..ﻧﻮ ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ دَ
ﻫﻐﻪ ﻧﺜﺮ دَ ﺧﭙﻞ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻃﺮز اُﺳﻠﻮب ﺗﺮ ﻣﺨﻪ دَ ﻳﻮ داﺳﯥ ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ ﺷﻌﺮاو ﺷﻌﺮي اّﻫﻨګ ﻟﺮي !!..او ﭘﻪ دواړو
ﻣﯧﺪاﻧﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﻓﻜﺮي ﻟﯧﻮﻧﺘﻮب ،ﺟﻨﻮﻧﻲ ﻣﻴﻨﻪ ﭘﻪ اّﺳﺎﻧﻲ او ﻣﺸﻜﻞ ﭘﺴﻨﺪي وَ اﻧﺘﻬﺎ ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻲ دي-
دَ رﭼﺮډ ﺑﺮټﻦ ﭘﻪ ﻗﻮل ..دَ ﻗﻴﺼﻪ ګﻮﺋﻲ اّﻏﺎز ﻫﻐﻪ وﺧﺖ اوﺷﻮ ،ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ دووْ ښﭙﻮ دَ وﻻړﯦﺪو ﭼﻞ
اﻳﺰده ﻛړو -دَ ﻣﺎﺷﻮم دَ ﺷﻌﻮري اﺣﺴﺎس ﻣﻄﺎﺑﻖ اوﻟﻨۍ ﻗﻴﺼﯥ دَ ﭘﯧﺮﻳﺎﻧﻮ او دﯦﻮاﻧﻮ ﻧﻪ ﺷﺮوع ﺷﻮې او رو رو
دﻏﻮ ﻗﻴﺼﻮ دَ ﻧﺎول ﭘﻪ ﻟﻮر ﻳُﻮن اوﻛړو -ﺧﻮ ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ ﻏﻮر اوﻛړو ..ﻧﻮ ﺧﻮ ﻻ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﻧﺎول ..زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ
اﻓﺴﺎﻧﻮي ادب ﻛﯥ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺑﺪﺑﺨﺘﻪ ﺻﻨﻒ دى ﭼﯥ ډﯦﺮو ﻛﻤﻮ ﻟﻴﻜﻮﻧﻜﻮ ورﺗﻪ ﭘﺎم ﻛړى دى -او ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ
ﭘښﺘﻮ ادب ﻛﯥ دَ ګﻮﺗﻮ ﭘﻪ ﺷﻤﯧﺮ څﻮ ﻧﺎوﻟﻮﻧﻪ زﻣﻮﻧږ ﺳﺮه دي ...ﻧﻮ دَ ﻫﻐﯥ ﻣﻌﻴﺎر ،ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ څﻨګﻪ دى ﺧﻮ دَ
ﺳﺘﺎﺋﻴﻨﯥ وړ ﭘﻪ دې دي ﭼﯥ دا اړخ ﭘﺮې څﻪ ﻧﺎ څﻪ دروﻧﺪ واﻟﻰ ﺿﺮور ﻟﺮي ..او داﺳﯥ دَ" ﺧﺎﻟﻲ ﻣﻴﺪان" ﺗﺶ
واﻟﻲ اﺣﺴﺎس ﻳﯥ ﺗﺮ ډﯦﺮه ﺣﺪه ﻛﻢ ﻛړى ﻫﻢ دى -
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﻧﻮى ﻧﺎول " ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ" ﺑﻪ ﻳﻘﻴﻨﺎً ﭼﯥ ﭘﻪ دې ټﻮﻟﻮ ﻧﺎوﻟﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺗﻴګﻪ
ﺛﺎﺑﺘﻪ ﺷﻲ ﭼﯥ دَ دې ﻧﻪ ﭘﺲ ﺑﻪ دَ ﻧﺎول ﭘﻪ ﻣﺪ ﻛﯥ دَ ﺻﺪاﻗﺖ او رﻳښﺘﺎوْ ﻳﻮ ﻧﻮى رواﻳﺖ دوام اوﻣﻮﻣﻲ -او داﺳﯥ
ﺑﻪ ﭘښﺘﻮ ﻧﺎول دَ ﻫﺎﻏﻪ رواﺋﻴﺘﻲ ﺟﻮﻛﺎټ ﻧﻪ ﺑﯧﺨﻲ راﺑﻬﺮ ﺷﻲ ﻛﻮم ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ دَ ﭘښﺘﻮ دَ ﻛﻠﻲ وال ژوﻧﺪ،
ﻗﺒﺎﺋﻠﻲ او ﻗﺒﻴﻠﻮي رﺳﻤﻮﻧﻮ ،رواﺟﻮﻧﻮ ،دُښﻤﻨﻮ ،ﺗﺮﺑګﻨﻮ ..او ﺑﻴﺎ دَ ګﻮدر او ﻣﻨګﻲ دَ ﺳﺎده ﺑﺎده روﻣﺎن ﺳﺮه
څﻨګ ﭘﻪ څﻨګ دَ اوږدې ﻗﻴﺼﯥ ﻳﺎ ﻧﻜﻠﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ را روان دى -ﻛﻮم ﺗﻪ ﭼﯥ دَ ﻧﺎول ړوﻣﺒﻨﻰ ﻃﺮزﺑﻴﺎن
وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ اوس ﺧﻮ ﻧﺎول ﭘﻪ ﺟﺪﻳﺪي اﺻﻄﻼح ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﻗﻴﺼﯥ ﺗﻪ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻛﺮدار
ﻧګﺎري،دَ ژوﻧﺪ ﻓﻠﺴﻔﻪ،دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﻧﻔﺴﻴﺎﺗﻮ او ﺟﺬﺑﺎﺗﻮ ﻣﺜﺒﺖ او ﻣﻨﻔﻲ اړﺧﻮﻧﻮ څﯧړﻟﻮ ﻧﻪ ﻋﻼوه داﺳﯥ
ﻣﻨﻈﺮﻧګﺎري ځﺎن ﻛﯥ راﻧﻐﺎړي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﻳﻮ ژوﻧﺪ ﻋﻜﺎﺳﻲ ﻛﻮي -دَ ﻧﻮي ﻧﺎول ﺧﺒﺮي ﻳﺎ ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﻣﺨﺘﺼﺮي ..
ﺧﻮ ژورﻓﻬﻤﻪ وي -او دا ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮي دي ﭼﯥ ﺗﺮ ډﯦﺮه ﺣﺪه ﻣﺎ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻧﺎول ﭘﻪ ﻧﺎﭼﺎﭘﻪ ﺳﻜﺮﭘټ ﻛﯥ ﺗﺮ
ﺳﺘﺮګﻮ ﺷﻮي دي -ﺧﻮ دَ دې ﻣﻘﺼﺪ ﻫﺮګﺰ دا ﻧﻪ دى ﭼﯥ دﻏﻪ ﻧﺎول ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ اول او ورﺳﺘﻰ ﻧﺎول دى -زه ﺑﻪ
ﻛﻮﺷﺶ ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ﻧﺎول اﺻﻞ ﻛړه وړه ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻛﯧږدم او ﺑﻴﺎ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ راﺋﻰ وړاﻧﺪي ﻛړم -
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻧﺎول ﻛﯥ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ښﻪ ﺧﺒﺮه دﻏﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راځﻲ ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ
ﻃﺮزﺑﻴﺎن ﻟﺮي او ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺎ دَ ﺧﭙﻠﻲ ادﺑﻲ روﺋﻴﯥ ﭘﻪ ﺷﺎن دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﻫﻢ دَ ﭘښﺘﻨﻲ رواﺋﻴﺘﻲ
ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﺿﺪ دَ ﻧﻮي ﻓﻜﺮي ﻫﻠﻮځﻠﻮ او ﻋﺼﺮي ﺷﻌﻮري ﺳﻮچ ﺳﺮه ﻣﻠګﺮى ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﻛﯧﺪﻟﻰ
ﺷﻲ ،ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ دې ﻧﺎول ﺳﺮه ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ ﻧﺎ اﻧﺼﺎﻓﻲ اوﺷﻲ ..ﻟﻜﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮۍ او ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﺳﺮه روا
ﺷﻮي ده -ﺧﻮ زه دا وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ ړوﻣﺒﻲ ځﻞ ﻣﺎ ﭘﻪ دې ﺧﻮاره ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻧﺎول ﻫﻢ اوﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ..ﭼﯥ
ﺑﻨﺪه ﭘﺮې ﻓﺨﺮ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ او داﺳﯥ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ دَ ﻋﺎﻟﻤﻲ ﻣﻌﻴﺎر ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﺷﺘﻪ -ﺧﻮ ﻛﻮم څﻪ
ﭼﯥ دﻏﻪ ﻧﺎول ﻧګﺎر دَ ﺳﺘﺎﺋﻴﻨﯥ وړ ګﺮځﻮي ..ﻫﻐﻪ دا ،ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ دَ ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ
ﻗﻴﺼﻪ ﻛﻮي ﭘﻪ ﻛﻮم ﻛﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ رﻧګﻪ ﺳﯧﻠﻮﻧﻪ دي ،ﻋﺸﻘﻮﻧﻪ دي ،ﻣﺤﺒﺘﻮﻧﻪ دي ،او دَ ﻟټﻮن ﺳﺮه ﺳﺮه
ګﺮځﯧﺪل ..راﺳﺘﻨﯧﺪل ..ورﻛﯧﺪل او ﺑﻴﺎ ﻣﻮﻧﺪل ﭘﻪ داﺳﯥ ښﻜﻠﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﺗﺮﺗﻴﺐ ﺷﻮي دي -ﭼﯥ دﻟﺘﻪ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ
ځﺎﻧګړى ښﻜﺎري -څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ ﭘﻪ ډراﻣﯥ او ﻧﺎول ﻛﯥ ډﯦﺮ ﻓﺮق ﻣﻮﺟﻮد دى -ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﻧﺎول
ډراﻣﯥ ﺗﻪ دوﻣﺮه ﻧﻴﺰدې ﻛړى دى ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﻨﻄﻘﻲ ﺗﻮګﻪ ﻫﻐﻪ ﻫﻢ دَ ﺷﯧﻜﺴﭙﺌﻴﺮ ﭘﻪ رﻧګﻪ ژوﻧﺪ ﺗﻪ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دَ
ډراﻣﯥ ﻧﻮم ورﻛﻮي ..ﺑﻠﻜﻪ وَ ﻧﺎول ﺗﻪ دَ ژوﻧﺪ ﻗﻴﺼﻪ ﻫﻢ واﺋﻲ -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ) ﺷﻮق ( دَ ﺧﭙﻞ وﺟﻮدﻳﺖ ﭘﻪ
ازﻟﻲ ﺣﻮاﻟﻮ دَ اﺑﺪ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻳﻮُن ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دې ﻧﺎول ﻛﯥ اوږې ورﻛﻮي -
دا دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ژوﻧﺪ داﺳﯥ ﻗﻴﺼﻪ ده ﭼﯥ ﻛﻪ ﻫﺮ څﻮ ورﺗﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ وﺧﺖ دَ ﺗﯧﺮوﻟﻮ ﺳﺎﻣﺎن اوواﻳﻮ ..
ﺧﻮ ﭘﻪ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ زړه ،دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻓﻜﺮ ،دَ ﻫﻐﻪ دَ وﺟﻮد او دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻫﻨﺮ ﺿﺮورﺗﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮي دي -
او ﻧﻦ ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮ ﺳﻮﭼﻪ ﻓﻨﻜﺎر ﭘﻪ ﻧﻮم او ﺣﯧﺜﻴﺖ ﭘﯧﮋﻧﻮ ..ﻧﻮ دَ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ او ﭘﯧﮋﻧﺪګﻠﻮ ﻫﻢ
دﻏﻪ څﻴﺰوﻧﻮ ﺟﻮړ ﻛړى دى -دَ دې ﻧﺎول ﻗﻴﺼﯥ داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ ژوﻧﺪ او ﻫﻨﺮ دَ دﻏﻪ ګﻮټ
ﭘﯧﺮﻧﻮ ﻳﻮ داﺳﺘﺎن وي -ﻳﻮ ﺷﻮخ او ﺗﯧﺰ داﺳﺘﺎن ..دَ ﻫﺠﺮ و ﻓﺮاق ﻳﻮ داﺳﯥ ﻟړزﯦﺪوﻧﻜﻰ داﺳﺘﺎن ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ
ژوﻧﺪ اوس ﻫﻢ ﺧﻮر ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -دا ﻗﻴﺼﻪ ﻫﻢ دَ ﻳﻮ اّﺋﻴډﻳﻞ دَ ﻟټﻮن ﻗﻴﺼﻪ ده -داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺷﻌﺮ
ﻛﯥ ده دا ﻗﻴﺼﻪ ﺳﺮ ﺗﻪ ﻧﻪ وي رﺳﻮﻟﻲ ...ﻧﻮ ﭘﻪ ﻧﺎول ﻛﯥ ﻳﯥ ﺗﺮ اﺧﺘﺘﺎﻣﻪ رﺳﻮﻟﻲ ده -
ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ دَ ﺑﻼ ﭘﯧښﻮ او واﻗﻌﺎﺗﻮ دَ دﻟﭽﺴﭙﻴﺎﻧﻮ ﻋﻼوه دَ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻣﻠﻜﻮﻧﻮ ﻟﻜﻪ اﻟﺠﺰاﺋﺮ ،ﺷﺎم،
ﺗﺮﻛﻲ ،ﺳﺎﺋﭙﺮس ،اُردن ،اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ،ﻋﺮاق ،دوﺑۍ ،ﺷﺎرﺟﻪ او ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ دَ ﺳﯧﻞ او دَ ﺳﻔﺮي راﺋﻴﻮ
اﻇﻬﺎر ﻫﻢ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ راځﻲ -او زﻣﺎ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل دَ دې ﻧﺎول دَ ټﻮﻟﻮ ﻧﻪ ﻟﻮﺋﻴﻪ ﺧﻮﺑﻲ او اﻧﻔﺮادﻳﺖ ﻫﻢ دا دى ﭼﯥ ﭘﻪ
ﭘښﺘﻮﻛﯥ ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ ..داﺳﯥ ﺳﻔﺮي اﻧﺪاز دَ ﻧﺎول ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﻏﻠﻰ دى -ﭼﯥ دَ ﻫﻐﯥ ﺧﭙﻠﯥ
دﻟﭽﺴﭙﻴﺎﻧﯥ او ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ﻫﻢ دي -دﻏﻪ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت زﻳﺎﺗﺮ دَ دﻏﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮوْ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﭘﻪ اړه ﺟﻐﺮاﻓﻴﺎﺋﺊ،
ﻧﻔﺴﻴﺎﺗﻲ او ﺳﻤﺎﺟﻲ دي -او دَ ﻛﻮﻣﻮ ﻛﺮداروﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ ﭼﯥ ﻣﻜﺎﻟﻤﺎﺗﻲ ﺿﺮورت ﭘﯧښ ﺷﻮى د ى ﻧﻮ ﻫﻐﯥ
ﻫﻢ دَ ﺧﭙﻞ اﺧﺘﺼﺎر او ﺑﺮﺟﺴﺘګۍ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ دَ ﻧﺎول ﺧﻮﻧﺪ ﺳﯧﻮا ﻛړى دى -ﻛﻮم ﭼﯥ ﺑﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﺗﻪ دَ اﺑﻼغ
ﻣﺴﻠﯥ ﻳﻘﻴﻨﺎً ﭼﯥ ﭘﻴﺪا ﻛﻮي ..ﺧﻮ ﭘﻪ ﻟﻴﻚ ﻛﯥ دَ دې اﻧﺪاز دَ راوړﻟﻮ ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ﺧﻮﻧﺪ وي -دَ ﻧﻦ ﻧﻘﺎد ﭘﻪ ﻟﻴﻚ ﻛﯥ
دَ دې اﻧﺪاز ﭘﻪ ﺣﻖ ﻛﯥ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺧﻮ دَ ﺳﺒﺎ ﻧﻘﺎد ﺑﻪ دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا اﻧﺪاز ﭘﻪ دې وﺟﻪ ﺳﺘﺎﺋﻲ ﭼﯥ دَ
دې ﻧﺎول دَ ﻟﻴﻜﻠﻮ ټﻮل اﻧﺪاز ﺧﺎﻟﺼﺘﺎً ﻣﻐﺮﺑﻲ او دَ ﺟﺪﻳﺪ ﻋﺼﺮي او ادﺑﻲ روﺋﻴﻮ ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دى -
وﻟﯥ ﭼﯥ دﻏﻪ ﻗﻴﺼﻪ ﻫﻢ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺑﺎﻃﻦ او ﺧﺎرﺟﻲ ژوﻧﺪ دَ ﺗﺼﺎدم ﭘﻪ ﻧﺘﻴﺠﻪ ﻛﯥ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﻏﻠﻲ ده-
دَ دې ﻧﺎول ټﻮل ﻛﺮداروﻧﻮ ﺗﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﻮم رﻧګ ژﺑﻲ ورﻛړى ﺷﻮي دي ..ﻧﻮ ﻫﻐﻪ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ دَ ﭘﺎره
دﻟﭽﺴﭙﻲ ﺧﺎﻣﺨﺎ ﻟﺮي -دَ ﻧﺎول ﭘﻼټ ﭼﻮﻧﻜﻪ دَ ﻟﻴﻜﻮﻧﻜﻲ دَ ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ﻗﻴﺼﻪ ﺑﻨﻴﺎد ﻛړى دى ﻧﻮ ځﻜﻪ ﭘﻪ ﻫﻐﯥ
ﻛﯥ ﻣﻴﻨﻪ او ﻣﺤﺒﺖ ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ډﯦﺮ زﻳﺎب ﭘﻪ ﻧﻈﺮ راځﻲ -دَ دې ﻧﻪ ﻋﻼوه ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ دَ ﻣﺎﺣﻮل ﻣﻨﻈﺮ ﻛﺸﻲ ﻟﻜﻪ
دَ ﻳﻮ ﻣﺸﺮﻗﻲ ﻳﺎ ﭘښﺘﻮن ﻧﺎول ﭘﻪ رﻧګ ډﯦﺮه ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﻧﻪ ده ..ﺧﻮ ﺣﻘﻴﻘﻲ ﺿﺮور ده -او ﭘﻪ دې ﻛﯥ ﭼﯥ ﻳﯥ څﻮﻣﺮه
دَ اﺧﺘﺼﺎر ﻧﻪ ﻛﺎر اﻏﻴﺴﺘﻰ دى -ﻧﻮ ﭘﻪ ﻫﻐﯥ دَ ﻳﻮ ﻣﺘﺮﻗﻲ ﻧﺎول ﺗﻨﺪه ﻣﺎﺗﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ -دَ ټﻮﻟﻮ ﻧﻪ اﻫﻤﻪ ﺧﺒﺮه دا ده
ﭼﯥ ﭼﻮﻧﻜﻪ دَ دې ﻧﺎول ﻗﻴﺼﻪ رښﺘﻴﺎ ده او ﭘﻪ ﻗﻴﺼﻪ ﻛﯥ ﺷﺎﻣﻞ ټﻮل ﻛﺮداروﻧﻪ ﺣﻘﻴﻘﻲ دي -دﻏﻪ ﻛﺮداروﻧﻪ دَ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻗﻮل ..ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دا ﭼﯥ ﺣﻘﻴﻘﻲ دي ﺑﻠﻜﻪ ټﻮل ژوﻧﺪي او ﺣﻴﺎت ﻛﺮداروﻧﻪ ﻫﻢ دي -داﺳﯥ دَ دې
ﻗﻴﺼﯥ واﻗﻌﺎت ﻫﻢ ﺣﻘﻴﻘﻲ دي -
دَ دې ﻧﺎول ﺳﻔﺮي اﻧﺪاز ﭼﯥ دَ ﻗﺎري دﭘﺎره څﻮﻣﺮه دﻟﭽﺴﭙﻲ ﻟﺮي ..؟ دَ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻫﯧﻮادوﻧﻮ ﻣﺘﻌﻠﻖ دَ
ﺳﻔﺮ ﻛړﻛﯧﭽﻨﻮﻧﻪ دَ ﺧﻠﻘﻮ ﻛﯧﻔﻴﺘﻮﻧﻪ ..ﻏﻢ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟۍ ..ﺧﻮ ﻻﻛﻦ دَ دې ﻧﺎول دَ ﺷﻠﻢ ﺑﺎب ﻧﻪ ﺗﺮ اّﺧﺮي ﺑﺎﺑﻪ ﭘﻮرې
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ دَ ﻫﻐﻪ ﻃﺮزﺑﻴﺎن او ﻗﻴﺼﯥ ﺗﻪ دَ ﺣﯧﺮاﻧﺘﻴﺎ ﺗﺮ ﺣﺪه ﻟﯧﻮاﻟﻪ وي -ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ دې ټﻮﻟﻮ ﺑﺎﺑﻮﻧﻮ ﻛﯥ دَ
ﺟﺬﺑﺎﺗﻲ ﻃﺮزﺑﻴﺎن ﭘﻪ وﺟﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ژړوي ﻫﻢ -ﭘﻪ دې ﺑﺎﺑﻮﻧﻮ ﻛﯥ څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ ډﯦﺮي ﺧﺒﺮي ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ
ﻛﯥ ﺷﻮي دي ..ﺧﻮ ﻳﻮ ﭘﻮﻫـ او ﺑﺎﺷﻌﻮره ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ دَ دﻏﻪ ﻋﻼﻣﺘﻮﻧﻮ ﻧﻪ ډﯦﺮي ﻣﻌﻨﯥ ﻫﻢ اﻏﻴﺴﺘﻠﻰ ﺷﻲ -ﺑﻠﻪ
ﺧﺒﺮه دا ﭼﯥ دَ دې ﻧﺎول ﭘﻪ ﻗﻴﺼﻪ ﻛﯥ دَ ﻟﻴﻜﻮﻧﻜﻲ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻮﺟﻮدګﻲ ..دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻣﺎﺿﻲ ،ﺣﺎل او ﻣﺴﺘﻘﺒﻞ ﻛﯥ
ګﻨډﻟﻲ ښﻜﺎري -ﻳﻌﻨﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﭘﻪ ﻧﻮم " ﻫﻴﺮو" دى ﭼﯥ څﻪ رﻧګﻪ دَ ﺧﭙﻞ
اّﺋﻴډﻳﻞ ډاﻛټﺮ وﺳﺎ څﯧﺮه دَ " ﻟﻤﺮ ﺧﺪاى " ﻳﻌﻨﯥ " ﺳﻦ ګﺎډ" ﭘﻪ ﻣﺪد څﻨګﻪ اووه زره ﻛﺎﻟﻪ ﭘﺨﻮا دَ وړﻣﺒۍ
ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ ﺷﻬﺰادګۍ څﯧﺮې ﻧﻪ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ څﯧﺮو ﻛﯥ وﻳﻨﻲ او ﻳﺎ دَ وﺳﺎ څﯧﺮه دَ ﻳﻮې ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ ﺷﻬﺰادګۍ دَ ﻣﺜﺎل
ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ دَ " ﻧﯧﻔﺮﺗﻴﺎﺑﻴﺖ" ،رﻧګﻪ ﻧﻮرو ﺷﻬﺰادګﻴﺎﻧﻮ ﭼﯥ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ درﻳﻢ ﺑﺎب او ﻣﺨﺘﻪ ﻣﺨﺘﻪ ﭘﻪ ﻧﻮرو
ﺑﺎﺑﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ درځﻨﻮ ﺷﻤﯧﺮ ﻛﯥ راﻏﻠﻰ دي ..ﻛﯥ وﻳﻨﻲ -ﻧﻮ دَ ﻫﺮي څﯧﺮې ﺳﺮه ﭘﻪ ډراﻣﺎﺋﻲ اﻧﺪاز دﻏﻪ ﻫﻴﺮو"
ﺳﯧﻼﻧﻲ" ﻳﻌﻨﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻣﺎﺿﻲ ﺑﻌﻴﺪ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﯥ ﺷﻬﺰادګﻴﺎﻧﻮ دَ اﺷﻨﺎﻳﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺑڼﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -
زﻣﺎ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ادب ﻛﯥ وړﻣﺒﻲ ځﻞ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﻮ ﺑﯧﺨﻲ زوړ ﻟﺮﻏﻮﻧﻰ ﺗﺎرﻳﺦ او ﺗﻬﺬﻳﺐ ﭘﻪ
ﻧﻮي رﻧګ ﻛﯥ راژوﻧﺪى ﻛړى دى -ﻳﻌﻨﯥ دَ ده دﻏﻪ ﻛﻮﺷﺶ ..ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دَ ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ﺳﻨﺴﻲ ﺧﯧﺰ واﻗﻌﺎﺗﻮ ﺗﻪ دَ
ﻧﺎول ﺑڼﻪ ورﻛﻮل دي -ﺑﻠﻜﻪ دَ دې ﺳﺮه ﺧﭙﻠﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ دَ ډﯦﺮو ﺗﻬﺬﻳﺒﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت
ورﻛﻮل ﻫﻢ دي -دَ دې " ﻧﻈﺮﻳﻪ ﻣﻘﺼﺪﻳﺖ " ﺗﺮ اﺛﺮ دﻻﻧﺪې دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻏﻪ ﻛﻮﺷﺶ ..څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ دا ﻧﺎول ﭘﻪ
ځﻴﻨﻮ ﺣﻮاﻟﻮ ﭘﺨﻮاﻧﺌﻴﻮ ﻗﻴﺼﻮ ﺗﻪ ﻧﻴﺰدې ﻛﻮي -ﺧﻮ ﻳﻮاځﯥ ﻗﻴﺼﻪ ورﺗﻪ ځﻜﻪ ﻧﺸﻮ وﺋﻴﻠﻰ ..ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ
وړاﻧﺪي ﻛړل ﺷﻮي ﺗﺠﺮﻳﺪﻳﺖ دَ واﻗﻌﺎﺗﻮ دَ ﺑﻴﺎن اُﺳﻠﻮب ﻳﺎ ﻃﺮز ﺑﻴﺎن ..دَ ﺟﺪﻳﺪﻳﺖ ﺳﺮه ﻏﺎړه ﻏړۍ ﻛﻮي ﻫﻢ -
ﻛﻮم ﺗﻪ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ دَ ﻧﺎول ﻧګﺎرۍ دَ ﭘﺮون او ﻧﻦ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ ﻧﻮى اﻣﺘﺰاﺟﻲ ﺷﻜﻞ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ -
ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻧﺎول دَ اﻫﻢ ﻛﺮدار " ﻫﻴﺮو" ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ دَ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻮﻧﻮ ،
ﺗﻬﺬﻳﺒﻮﻧﻮ ،ﺗﻤﺪﻧﻮﻧﻮ دَ ﺳﻔﺮ دَ ﭘړاوْﻧﻮ ﻧﻪ ﺗﯧﺮﯦږي ..ﻟﻜﻪ دَ اﻫﺮام ﻣﺼﺮ دَ ﺟﻮړښﺖ دَ دور دَ ړوﻣﺒﻲ ﻓﺮﻋﻮن ﺧﻮﻓﻮ ﻧﻪ
واﺧﻠﯥ ﺗﺮ دَ ﻟﻮﻛﺴﻮر او اّﺳﻮان دَ دوروﻧﻮ ﺗﻬﺬﻳﺒﻮﻧﻮ ﭘﻮرې دَ ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ ﺗﺎرﻳﺦ ﺑﺮﺧﻪ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﺷﻜﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ
داﺳﯥ ﺟﻮړﯦږي ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﺮ دور ﻛﯥ ژوﻧﺪى وي -ﻫﻢ دې ﻧﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ دا اﻧﺪازه ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق ﻳﻌﻨﯥ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺧﭙﻠﯥ رﺷﺘﯥ دَ ﺧﭙﻞ اّﺋﻴډﻳﻞ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ دَ ﭘﺨﻮاﻧﻲ ﺗﺎرﻳﺦ ﺳﺮه ګﻨډﻟﻲ ﺳﺎﺗﻠﻲ دي -او ﻫﻐﻪ
ﭼﯥ څﻨګﻪ ﭘﻪ ډراﻣﺎﺋﻲ ﻫﻨﺮ ﺧﭙﻠﻪ ﻣﺤﺒﻮﺑﻪ دَ ﻓﺮﻋﻮﻧﺎﻧﻮ دَ ﺗﺎرﻳﺦ ﻧﻪ دَ ﻳﻮﻧﺎﻧﻴﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﺗﺎرﻳﺨﻪ راوړي ..ﻧﻮ دﻏﻪ رﻧګﻪ دَ
ﻳﻮﻧﺎﻧﻲ ﺗﺎرﻳﺦ ﻧﻪ ﺗﺮ روﻣﻦ ﺗﺎرﻳﺦ او ﺑﻴﺎ دَ زړو ﻋﺮﺑﻴﺎﻧﻮ ﻧﻪ ﺗﺮ ﻧﻮي دور ﭘﻮري دﻏﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻣﺤﺒﻮﺑﻪ ﺳﺮه
داﺳﯥ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ او ﻣﺰې را رﺳﻮي ..ﭼﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺗﺼﻮراﺗﻲ اﺑﺪﻳﺖ ﻧﻪ ﻛﻪ ﻳﻮ ﻃﺮف ﺗﻪ ﻣﻨﻔﻲ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ
ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﻲ راﭘﻮرﺗﻪ ﻛﻮي ..ﻧﻮ ﻫﻢ دﻏﻪ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ځﻮاب ﻣﻮﻧﺪﻟﻮ دﭘﺎره ﺗﺮ اﺧﺘﺘﺎﻣﻪ ﭘﻮري
ﻫﻢ رﺳﻮي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﻧﺎول ﻧګﺎر ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دې ﻧﺎول ﻛﯥ داﺳﯥ ښﻜﺎره ﻛﻮي ..ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ دَ ﻧﻦ اﻧﺴﺎن ﻧﻪ ﺑﻠﻜﻪ دَ
ډﯦﺮ ﭘﺨﻮا دَ ﺗﺎرﻳﺦ دَ روح ﺳﺮه ﺗړﻟﻰ اﻧﺴﺎن وي -ﻳﻌﻨﻲ ﻫﻐﻪ دَ ﺧﭙﻞ روح ﺗﺼﻴﺪﻳﻖ ﻫﻢ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ دې اّﺋﻴډﻳﻞ ﺳﺮه
داﺳﯥ ځﺮګﻨﺪوي ..ﻟﻜﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻋﺎم ژوﻧﺪ ﻛﯥ ﻫﻢ ورﺳﺮه دَ ﺗﺼﻮراﺗﻮ ﭘﻪ اّﺋﻴﻨﻮ ﻛﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﻏﻠﻄﻪ ﺑﻪ ﻧﻪ
وي ..ﻛﻪ اوواﻳﻢ ..ﭼﯥ ﻫﻢ دې اّﺋﻴډﻳﻞ ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮى او ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ځﺎن ﭘﺴﯥ ښﻪ ﺳﺘړى ﻛړى
دى -
ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﻧﻮر څﻪ دي ..او څﻨګﻪ دى ؟ دا ﻓﯧﺼﻠﻪ ﺑﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﻳﺎ دَ ﻧﻦ او ﺳﺒﺎ ﻧﻘﺎدان ﻛﻮي -ﺧﻮ
دﻟﺘﻪ زه ﻏﻮاړم ﭼﯥ دَ ﻧﺎول دَ ﻣﺮوﺟﻪ اﺟﺰاﺋﻰ ﺗﺮﻛﻴﺒﻲ ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ دَ دې ﻧﺎول ﺗﻨﻘﻴﺪي ﺟﺎﺋﺰه واﺧﻠﻢ ..ﭼﯥ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ دَ دې ﻧﺎول ﭘﻪ اړه ﻓﯧﺼﻠﻪ ﻛﻮﻟﻮ ﻛﯥ ﻟﻪ ﻣﺸﻜﻼﺗﻮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻧﻪ ﺷﻲ -داﺳﯥ ﺧﻮ ..ﭘﻪ ﻧﺎول ﻛﯥ ﻧﻦ
ﺳﺒﺎ دَ ﻗﻴﺼﯥ ،ﭘﻼټ ،ﻛﺮادر ،ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﻧﻪ ﻋﻼوه دَ ﻣﺎﺣﻮل او دَ ﻧﺎول ﻧګﺎر اﻧﺪازﺑﻴﺎن ،اُﺳﻠﻮب او ژﺑﻪ ﻛﺘﻞ
ﺷﻲ -ﺧﻮ ﻣﻮﻧږ ﺑﻪ دَ ﻧﺎول دَ ﻣﺮوﺟﻪ اﺟﺰاﺋﻰ ﺗﺮاﻛﻴﺐ ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ دې ﻧﺎول ﭘﻼټ ،ﻛﺮداروﻧﻮ،
ﻣﻜﺎﻟﻤﻮ او ﻣﻨﻈﺮﻛﺸﻴﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺑﺎب ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﺧﺒﺮي ﻛﻮوْ -او ﺑﻠﻜﻪ دا ﺑﻪ ﻫﻢ ګﻮرو ﭼﯥ دﻏﻪ ﻧﺎول دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ او
ﻗﻴﺼﯥ ﻧﻪ ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻪ وﺟﻪ ﺑﯧﻞ دى او دَ دې ﻧﺎول ﭘﻪ ﻟﻴﻚ ﻛﯥ دَ ﺑﻴﺎن اُﺳﻠﻮب څﻨګﻪ ﭘﻪ ﻛﺎر راوړل ﺷﻮى دى ؟ ﻧﻮ
راﺷﺊ ﭼﯥ دَ ډاﻛټﺮ اﺣﺴﻦ ﻓﺎروﻗﻲ ..دَ ښﻪ او ﻧﻮي ﻧﺎول ﭘﻪ ﺑﺎب دې ﻻﻧﺪې ذﻛﺮ ﺷﻮي ﺗﻌﺮﻳﻒ ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ اوګﻮرو
ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دې ﻧﺎول ﻟﻴﻜﻠﻮ ﻛﯥ څﻮﻣﺮه ﻛﺎﻣﻴﺎب ﺷﻮى دى ..
" ﭼﯥ ﻛﻠﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺷﻌﻮر دَ ﺗﺮﻗۍ ﻛﻮﻟﻮ ورﺳﺘﻪ ﺗﺮ واﻗﻌﺎﺗﻲ درﺟﯥ ﭘﻮري اورﺳﯧږي ..ﻧﻮ داﺳﺘﺎن ﭘﻪ
ﻧﺎول ﻛﯥ ﺑﺪل ﺷﻲ "
دَ ﺷﻮق دَ ﻧﺎول ﭘﻼټ
وﺋﻴﻠﻰ ﻛﯧږي ﭼﯥ ﻧﺎول ﻳﻮ داﺳﯥ اوږده ﻗﻴﺼﻪ ده ،ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ ﻣﺮﻛﺰي ﭘﻼټ ﻳﺎ دَ ﻗﻴﺼﯥ ﻧﻪ ﻋﻼوه ﻫﻢ
ډﯦﺮ ي ﻧﻮري وړﻛﻮټﻲ ﻗﻴﺼﯥ ﻣﻮﺟﻮدي وي ..ﭼﯥ دﻏﻪ ټﻮﻟﻲ ﻗﻴﺼﯥ ﻳﺎ واﻗﻌﯥ دَ ﻣﺮﻛﺰي ﺧﻴﺎل ﻳﺎ ﭘﻼټ
دﻟﭽﺴﭙۍ ﭘﻪ ﻣﻨﻈﻤﻪ ﺗﻮګﻪ زﻳﺎﺗﻮي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻳﻮې ﻗﻴﺼﯥ ﺑﺎﻧﺪي ﭘﻮره ﻛﺘﺎب ﻟﻴﻜﻞ څﻪ اّﺳﺎن ﻛﺎر ﻧﻪ دى -
اوس ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻧﺎول " ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ" ﻛﯥ دَ ﻗﻴﺼﯥ ﻳﺎ ﭘﻼټ ﺗﻪ ځﻴﺮ ﺷﻮ ..ﻧﻮ دا ﻳﻮه ﺧﺒﺮه ﺑﻪ
ﺧﺎﻣﺨﺎ اوﻣﻨﻮ ،ﭼﯥ ..دﻟﺘﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻗﻴﺼﯥ ﺳﺮه ﻧﻮري ﻗﻴﺼﯥ او ډﯦﺮ دﻟﭽﺴﭗ واﻗﻌﺎت ﻫﻢ ﺗړﻟﻲ ښﻜﺎري -ﻛﻮم
ﭼﯥ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ ﻳﻮ رﺑﻂ ﺑﺮﻗﺮار ﻟﺮي او دَ ﻧﺎول دَ وﺣﺪت وَ ﺗﺎﺛﺮ ﺗﻪ ﻫﻴڅ ﻗﺴﻢ ﻧﻘﺼﺎن ﻧﻪ رﺳﻮي -ﺑﻠﻜﻪ دﻏﻪ وړوﻛﻲ
ﻗﻴﺼﯥ دَ ﻧﺎول وَ ﻣﺮﻛﺰي ﺧﻴﺎل ﺗﻪ اوږې ورﻛﻮي -
ﻧﺎول " ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ" ..ﭘﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻗﻴﺼﯥ ﺑﺎﻧﺪي ﻣﺤﻴﻂ دى ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﻧﺎول ﻧګﺎر ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ﺳﺮه
اړه ﻟﺮي -او ﻣﻮﻧږ ورﺗﻪ رښﺘﻮﻧﻲ ﻗﻴﺼﻪ ﻫﻢ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ -ﻛﻮﻣﻪ ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻫﻐﯥ څﯧﺮې ﺳﺮه ﺗړﻟﻲ ﻗﻴﺼﻪ
ده ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ورﭘﺴﯥ ټﻮل ﻋﻤﺮ ﺳﺘړى ﺳﺘﻮﻣﺎﻧﻪ او دَ ﭘﯧﺮي ﭘﻪ ﺷﺎن ورك ورك ﺑﺮﯦښﻲ -ﻳﻌﻨﻲ دَ ﻋﻼﻓﺎﺋﻲ او
ﭘښﺘﻨﻲ څﯧﺮو ﻟﻴﺪﻟﻮ ﻛﺘﻠﻮ ﭘﺲ ،ﭼﯥ څﻨګﻪ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺧﻴﺎﻻﺗﻮ ﻛﯥ دَ ﻧړﺋﻴﺰو څﯧﺮو ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﺷﻲ ..ﻧﻮ
ﻳﻮ وﺧﺖ دَ ﺧﭙﻞ ﻃﻠﺐ وَ دې ښﺎﺋﺴﺘﻪ څﯧﺮې " ډاﻛټﺮ وﺳﺎ " ﺗﻪ اورﺳﯧږي -ﻛﻮﻣﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻣﺼﺮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻻس
راځﻲ -او دﺋﻰ دا ﻓﯧﺼﻠﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻫﻢ دﻏﻪ ..ﻫﻐﻪ ﺟﻴﻨۍ ده ،ﭼﯥ ده ﭘﻪ ﺧﻮﺑﻮﻧﻮ ،ﺧﻴﺎﻟﻮﻧﻮ او ﻳﺎ ژوﻧﺪۍ اﻧﺴﺎﻧﻲ
څﯧﺮو ﻛﻲ ﻟټﻮﻟﻪ -
څﻨګﻪ ﻫﻴﺮو ﺳﯧﻼﻧﻲ دَ دې ﻫﻴﺮوﺋﻴﻨﯥ ډاﻛټﺮ وﺳﺎ ﺗﺮ زړه ﭘﻮري ﻻرې ﺟﻮړوي ؟ دا ﺳﻮال ..ﻫﻐﻪ ﺳﻮال دى
ﭼﯥ دَ ځﻮاب دﭘﺎره ﺳﯧﻼﻧﻲ دﻏﻪ ﻣﺤﺒﻮﺑﻪ دَ ﻓﺮﻋﻮﻧﺎﻧﻮ ﻟﻪ ﺧﻮا ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ ګﻔټ ګڼﻲ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻫﻐﯥ ﺳﺮه رﺷﺘﻪ ﻫﻢ دَ
ﻓﺮﻋﻮﻧﺎﻧﻮ ﻟﻪ وړﻣﺒﻲ دور ﭼﯥ ﭘﻪ زرګﻮﻧﻮ ﻛﻠﻮﻧﻪ ﻣﺦ ﻛﯥ ﺗﯧﺮ ﺷﻮى دى ..ﻛﯥ ﻟﻪ ﻫﻐﯥ ﺳﺮه رﺷﺘﻪ داﺳﯥ څﺮګﻨﺪوي
ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ دور ﻛﯥ ﻣﻮﺟﻮد وي -دَ ﻓﺮﻋﻮن ﺧﻮﻓﻮ ﭼﯥ دَ اﻫﺮام ﻣﺼﺮ وړﻣﺒۍ ګﻮﻣﺒﺘﻪ ﻳﯥ ﺟﻮړه ﻛړي
وه ..ﻧﻪ ﺑﻴﺎ دَ ﻫﻐﻪ او ډاﻛټﺮ وﺳﺎ روﺣﺎﻧﻲ وﺟﻮدوﻧﻪ څﻨګ ﭘﻪ څﻨګ ﻣﻴﻨﻪ اﻣﺮ ﻛﻮي -ﺑﻴﺎ دَ ﻓﺮﻋﻮن ﺧﺎﻓﺮا ،ﻓﺮﻋﻮن
ﻣﻴﻨﻜﻮرا او ځﻴﻨﻲ ﻧﻮرو ﻓﺮﻋﻮﻧﺎﻧﻮ دَ دوروﻧﻮ ﺣﺼﯥ ﺟﻮړﯦﺪﻟﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه دَ ﻟﻮﻛﺴﻮر او اّﺳﻮان ﺗﺮ اّﺧﺮي
ﻓﺮﻋﻮﻧﺎﻧﻮ ﭘﻮري ..ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻔﻠﻮ ﺣﯧﺜﻴﺘﻮﻧﻮ او ﺷﻜﻠﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺳﻔﺮ ﻛﻮي -ﻳﻌﻨﯥ ﻛﻪ ﻳﻮ ﻃﺮف ﺗﻪ ﻧﺎول ﻧګﺎر دَ ﻗﻴﺼﯥ
وَ ﻫﻴﺮوﺋﻴﻨﻲ ﺗﻪ دَ ﻫﺮ ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ ﻋﻬﺪ ﻛﯥ دَ ﻳﻮې ﻧﺎ ﻳﻮې ښﻜﻠﻲ ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ ﺷﻬﺰادګۍ ﺷﻜﻞ ورﻛﻮي -ﻧﻮ ﺑﻞ ﻃﺮف
ﺗﻪ ﭘﻪ ﻫﺮ دور ﻛﯥ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﻫﻢ دَ ﻫﻐﻪ دور دَ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻛﺮدار ﭘﻪ ﺑڼﻪ ﻛﯥ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ ..ﭼﯥ ﺷﻬﺰادګۍ وﺳﺎ ﺳﺮه ﻳﯥ
رﺷﺘﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮي وي -ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ څﻨګﻪ دا دوه ﻣﺌﻴﻨﺎن دَ ﻓﺮﻋﻮﻧﺎﻧﻮ دَ دوه درې زرﻛﻠﻦ ﭘﺨﻮاﻧﻲ دور ﻧﻪ ﺑﻴﺎ
دَ ﺳﻜﻨﺪراﻋﻈﻢ ﻳﻮﻧﺎﻧﻲ دور ﺗﻪ ﭼﯥ ور داﻧګﻲ ..ﻧﻮ دَ ﻫﻐﻮئ ﺷﻜﻠﻮﻧﻪ او ﺑڼﯥ ﻫﻢ ﺑﺪﻟﻲ ﺷﻲ -ﻛﻠﻪ ﭼﯥ دَ ﻳﻮﻧﺎﻧﻲ
دور اﺧﺘﺘﺎم ﻛﯧږي ..ﻧﻮ ﻫﻴﺮو دَ روﻣﻦ ﺟﻮﻟﻴﺲ ﺳﻴﺰر او وﺳﺎ دَ ورﺳﺘۍ ﻣﺼﺮي راڼۍ ﻗﻠﻮﭘﻄﺮه ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ﻳﻮ
ﺑﻞ ﺳﺮه او ﺗړﻟﻰ ﺷﻲ -ﭘﻪ دې دور ﻛﯥ ﺳﯧﻼﻧﻲ دَ ﺟﻨﺮل ﻣﺎرك اﻧﺘﻬﻮﻧﻲ ﺑڼﻪ ﻫﻢ ﺧﭙﻠﻮي -او دﻏﻪ رﻧګﻪ دا دوه
ﻣﺌﻴﻨﺎن دَ زړو ﻋﺮﺑﻴﺎﻧﻮ او ﺑﻴﺎ دَ ﺟﺪﻳﺪ دور ﭘﻪ ﻟﻮر ﭼﯥ ﻛﻠﻪ را روان وي او ﺧﭙﻠﻲ ﺑڼﻲ ﺑﺪﻟﻲ ..ﻧﻮ ﻳﻮه ﺗﻬﺎﺋﻲ ﭘﯧﻐﻠﻪ
" ﺳﻮﭘﻴﺲ" دَ دُښﻤﻨﻲ ﻳﺎ وﻳﻠﻦ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ دَ ﻫﻐﻮئ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ داﺳﯥ ﻧﺎروا ﻇﻠﻤﻮﻧﻪ روا ﻛﻮي ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻫﻐﻮئ
"ﺣﺎل" ﺗﻪ را داﻧګﻲ -دا وﻳﻠﻦ ﻫﻢ ﻟﻪ اوﻟﯥ ورځﯥ دَ ﻫﻐﻮئ ﺳﺮه ﺳﺮه ژوﻧﺪ ﻛﻮي او" ﺣﺎل" ﺗﻪ دَ ﻫﻐﻮئ ﺳﺮه څﻨګ
- ﭘﻪ څﻨګ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ
دَ زړې " ﻣﺎﺿﻲ" ﻧﻪ ﺗﺮ ﺟﺪﻳﺪ " ﺣﺎل " ﭘﻮري دا ﻗﻴﺼﻪ ..ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق څﻨګﻪ دَ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﺣﻘﻴﻘﺘﻮﻧﻮ
ﺳﺮه ګﻨډﻟﻲ او ﻣﺮﺣﻠﻪ واره ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﺳﺮﻛړي ده -ﻫﻐﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ ﻳﻮ داﺳﺘﺎﻧﻲ اﻧﺪاز ﻟﺮي ..ﺧﻮ ﭘﻪ دې
داﺳﺘﺎن ﻛﯥ ځﺎى ﭘﻪ ځﺎى اﻓﺴﺎﻧﯥ ،ډراﻣﯥ او ښﯥ او ﺑﺪې واﻗﻌﯥ داﺳﯥ ﭘﻪ ﺧﻮاږه اﻧﺪاز ځﺎى ﻛړل ﺷﻮي دي -
ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﺻﻮرت ﻫﻢ دَ ﻳﻮ ښﻪ ﺗﺎرﻳﺨﻲ او روﻣﺎﻧﻲ ﻓﻠﻢ ﻧﻪ ﻛﻢ ﻧﻪ دى -او دَ ﻧﺎول ﭘﻪ ﺗﻌﺮﻳﻔﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻳﻮ دا ﺗﻌﺮﻳﻒ
ﻫﻢ ﻛﯧږي ..ﭼﯥ " ښﻪ ﻧﺎول ﻫﻐﻪ دى ..ﭼﯥ ﭘﻪ ټﻜﻮ ﻛﯥ ﻛﺮداروﻧﻮ ﺗﻪ ﺷﻜﻠﻮﻧﻪ ،ﻗﻴﺼﯥ ﺗﻪ ﻣﻨﻈﺮوﻧﻪ او ﻣﻨﻈﺮوﻧﻮ ﺗﻪ
ژﺑﻲ ورﻛﻮي ..اروﻣﺮو ﻟﻜﻪ ﻳﻮ ﻓﻠﻢ ﭼﯥ دَ ذﻫﻦ ﭘﻪ ﭘﺮده ﺑﺎﻧﺪې ﭼﻠﯧږي" -ﻫﻢ دﻏﻪ ﻫﻨﺮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ
ﺧﭙﻞ ﻛړى دى -اﺻﻞ ﻗﻴﺼﻪ ﻳﯥ ځﺎن ﺳﺮه ﺳﺮه دَ رزګﻮﻧﻮ ﻛﻠﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﺗﺮ ﻧﻨﻪ ډﯦﺮه ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ رارﺳﻮﻟﻲ ده ..ﺧﻮ
ﻣﻜﻤﻠﻪ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﻧﻪ ده -وﻟﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ اّﺧﺮ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ ﻗﻴﺼﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﻫﻐﯥ ﻣﺎﺷﻮﻣﯥ ﻟﻮر ﺑﺮﯦﺸﻨﺎﺧﺎن ﺗﻪ ﭘﻪ دې ﻫﻴﻠﻪ
ﭘﺮﯦﻴښﻲ ده ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ دا ﻗﻴﺼﻪ ځﺎن ﺳﺮه ﻣﺨﺘﻪ ﻫﻢ وړي -ﻳﻌﻨﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺧﭙﻠﻪ ﻣﻴﻨﻪ دَ ﻫﻤﯧﺶ ﻫﻤﯧﺶ
دﭘﺎره اﻣﺮ ﻛﻮل او ژوﻧﺪۍ ﺳﺎﺗﻞ ﻏﻮاړي -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﻫﻢ دﻏﻪ ﻗﻴﺼﻪ دَ ﻳﻮ څﻮ ﭘﯧړﻳﺎﻧﻮ ورﺳﺘﻪ
داﺳﯥ ﺷﻬﺮت اوﻣﻮﻣﻲ ....ﻟﻜﻪ " ﻟﯧﻼ او ﻣﺠﻨﻮن " " ،اّدم او درﺧﺎﻧۍ" او ﻳﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ اﺻﻞ ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ " ﺳﯧﻼﻧﻲ او
وﺳﺎ" -
دَ دې ﻧﺎول ﻟﻴﻜﻮﻧﻜﻰ ﭼﻮﻧﻜﻪ ﻳﻮ ډﯦﺮ ﺗﻌﻠﻴﻢ ﻳﺎﻓﺘﻪ او ﺟﻬﺎن ګﺸﺘﻪ ﺳړى دى -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻣﻤﻜﻨﻪ ده ﭼﯥ
ﺑﯧﺨﻲ زﻳﺎت ﭘښﺘﺎﻧﻪ ورﺑﺎﻧﺪې ﭘﻮﻫﻰ ﻧﻪ ﺷﻲ او دَ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ ﻗﻴﺼﻪ ﻣﺒﻬﻤﻪ اوګڼﻲ ..ﻳﺎ دَ ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ اﺳﺘﻌﺪاد
ﻗﻴﺼﻪ ورﺗﻪ ﻛړﻛﯧﭽﻨﻮﻧﻪ راﻣﺨﻲ ﺗﻪ ﻛړي -ﺧﻮ دَ دې دا ﻣﻄﻠﺐ ﻫﺮګﺰ ﻧﻪ دى ،ﭼﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﺑﻪ دا ﻧﺎول ﻧﻪ ﻟﻮﻟﻲ -
ﺑﻠﻜﻪ زﻣﺎ دا ﺧﻴﺎل دى ﭼﯥ دَ ﻧﻦ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﺑﻪ دا ﻧﺎول دَ دې ﻧﺎول دَ اوﭼﺖ ﻣﻌﻴﺎر ﻟﺮﻟﻮ دَ وﺟﯥ ﺧﺎﻣﺨﺎ
ﻟﻮﻟﻲ -او ﻟﻪ دې ﻧﻪ ﺑﻪ ..دَ ﭘښﺘﻮ ﺧﺒﺮه ﻫﻢ څﻪ ﻧﻮره دَ ﻣﻌﻴﺎر ﺳﺎﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻟﻮر ګﺎﻣﻮﻧﻪ اوﭼﺘﻮل ﺷﺮوع ﻛړي -او
ﻟﻴﻜﻮاﻻن ﺑﻪ ﻟږ ﻧﻮر دَ ﻣﺤﻨﺖ او ﻫﻤﺖ ﻧﻪ ﻛﺎر اﺧﻠﻲ -ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ ﭼﯥ ﻣﺎ دَ دې ﻧﺎول ﺳﻜﺮﭘټ اوﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ..ﻧﻮ
رښﺘﻴﺎ ﺧﺒﺮه دا ده ،ﭼﯥ ﻧﻪ ﺷﻮم ﭘﺮې ﭘﻮﻫﻪ ..ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﭼﯥ ﻣﯥ دوﻳﻢ او درﻳﻢ ځﻞ اوﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ..ﻧﻮ دَ دې ﻧﺎول ټﻮﻟﻪ
ﻗﻴﺼﻪ ﻣﯥ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ داﺳﯥ ﻧﻘﺶ ﺷﻮه -ﭼﯥ ﻣﺎ دﻏﻪ ﻣﻀﻤﻮن ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻟﻴﻜﻠﻮ ،ﻧﻮ ﻣﺎ ډﯦﺮ ﻛﻢ ﭘﻮاﺋﻨڼﺲ دﻏﯥ
ﻧﺎول ﻧﻪ واﻏﻴﺴﺘﻮ -زﻣﺎ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل ﭼﯥ ..ﻧﺎول ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ ﻟﻴﻜﻞ ﭘﻪ ﻛﺎر دى ،ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻼټ ﻳﺎ ﻗﻴﺼﻪ او ﺗﻬﻴﻢ
دي دﯦﺮﭘﺎ اﺛﺮ او ﺗﺎﺛﻴﺮاوﻟﺮي -دا ﻧﺎول دَ ﻗﻴﺼﯥ ﻳﺎ ﭘﻼټ دَ ﻟﺤﺎﻇﻪ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه دﻟﭽﺴﭗ او ﺑﻬﺘﺮﻳﻦ دى ..ﻫﻐﺴﯥ
ﻳﯥ ﻗﻴﺼﻪ دَ ﻛﻨټﺮول ﻧﻪ اوﺗﯥ ﻫﻢ ﻧﻪ ده ..ﻳﻮ ﺗﺮﺗﻴﺐ او ﺗﺴﻠﺴﻞ ﺳﺮه ﻗﻴﺼﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ځﻲ او ﻟﻴﻜﻮﻧﻜﻰ ځﺎن ﺳﺮه
ﺳﺮه وړي -وﻟﯥ ﭼﯥ دﻟﺘﻪ دَ ﻳﻮې ﻗﻴﺼﯥ ﺳﺮه ﺗړﻟﻲ ځﻴﻨﯥ ﻧﻮري ﻗﻴﺼﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ډراﻣﺎﺋﻲ او اﻓﺴﺎﻧﻮي اﻧﺪاز ﻛﯥ
ﻣﺨﻲ ﺗﻪ ځﻲ او راځﻲ -او دا وړوﻛﯥ ﻗﻴﺼﯥ دَ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ دﻟﭽﺴﭙﻴﺎﻧﻮ ﻧﻪ ډﻛﻲ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﺧﻮ ..دَ دې
دوﻣﺮه ﻟﻮى ﻛﺘﺎب ﭘﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﺑﻮر ﻛﯧږي ﻧﻪ -
ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ..ﭼﯥ ځﻴﻨﯥ ﻧﻘﺎدان دَ ﺧﭙﻠﯥ ﻧﺎﭘﻮﻫۍ دَ وﺟﯥ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﺗﻮر اوﻟګﻮي ..او دې ﻧﺎول ﺗﻪ ﻫﻢ دَ
ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻧﻮم ورﻛړي -ﻟﻜﻪ دَ ﻫﻐﻪ وَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﺗﻪ ځﻴﻨﻮ ﻧﻘﺎداﻧﻮ ﺳﻔﺮي ﻧﺎوﻟﻮﻧﻪ وﺋﻴﻠﻲ وو -وﻟﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ دې
ﻧﺎول ﻛﯥ دَ ﻗﻴﺼﯥ ﺳﺮه ﺳﺮه ﺗﺮ ﻧﻴﻢ درځﻦ زﻳﺎت ﻣﻠﻜﻮﻧﻮ دَ ﺳﻔﺮي ﺣﺎل او دَ ﻫﻐﻮ ځﺎﻳﻮﻧﻮ دَ ﺗﻬﺬﻳﺐ او ﺗﻤﺪن ﭘﻪ
ﺑﺎب ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ﻣﻮﺟﻮد دي -ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻗﺼﺪاً دا ﻛﻮﺷﺶ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﻛړى دى ﭼﯥ ﻫﻐﻪ وَ ﺧﭙﻞ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﺗﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻧﺎول وړاﻧﺪې ﻛړي ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﯥ دَ ذﻫﻨﻲ او روﺣﺎﻧﻲ ﺗﻔﺮﻳﺢ ﺳﺮه ﺳﺮه څﻪ ﻋﻠﻤﻲ
ﻓﺎﺋﺪه ﻫﻢ اورﺳﻲ -ﻳﻌﻨﯥ دﻟﺘﻪ ﭘﻪ دې اړه ﻫﻐﻪ دَ زړو ﻗﻴﺼﻮ او ﻧﻜﻠﻮﻧﻮ دَ ﻣﻘﺼﺪي ﭼﻞ ﻧﻪ ﻫﻢ ﻛﺎر اﻏﻴﺴﺘﻰ دى او
دا ﻏﻮاړي ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﻧﺎول دي ﻫﻢ ﻳﻮ ﻣﻘﺼﺪ اوﻟﺮي ..او ﻋﻠﻤﻲ ﺑﺤﺚ دي ﭘﺮې ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﺷﻲ -ځﻜﻪ دَ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق وَ دې ﺟﺬﺑﯥ ﺗﻪ ﻣﻮﻧږ ﺷﺎﺑﺎﺷﻰ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ -او زه دَ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ زﻳﺎر ﺗﻪ دَ ﻗﺪر ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ګﻮرم -ﺧﻮ ..دا واﻳﻢ ﭼﯥ
دا ﻧﺎول دى او ﻧﺎول ﻫﻢ داﺳﯥ ﻧﺎول ..ﭼﯥ ﻗﻴﺼﻪ او دَ ﻗﻴﺼﯥ ﺑﻴﺎن ﻳﯥ دَ زﻣﺎن او ﻣﻜﺎن دَ ﻗﻴﺪ ﻧﻪ اّزاد ښﻜﺎري -
ﻧﻮ ﭘﻪ دې ﺧﻮ ..ﻣﻮﻧږ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ دﻏﻪ ﺧﭙﻞ ﻧﺎول ﻧګﺎر اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ اﻧګﺮﯦﺰۍ ژﺑﯥ دَ ﻣﺸﻬﻮره ﻧﺎول ﻧګﺎراﻧﻮ
رﭼﺮډﺳﻦ اوﻓﻴﻠډﻧګ ﺳﺮه ﻧﺸﻮ دروﻟﻰ ..ﻧﻮ ﻛﻢ از ﻛﻢ دَ ځﻴﻨﻮ ډﯦﺮو ښﻮ اردو ﻧﺎول ﻧګﺎراﻧﻮ ﭘﻪ ﺻﻒ ﻛﯥ
ﻳﯥ ﺿﺮور اودروﻟﻰ ﺷﻮ -
دﻟﺘﻪ ﺧﺒﺮه دا ﻣﻴﺎﻧځ ﺗﻪ راځﻲ ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﭼﯥ ﻛﻮم ﻛﺮداروﻧﻪ وﺿﺤﻪ ﻛړل ﺷﻮي
دي ..اّﻳﺎ ﻫﻐﻪ ټﻮل دَ ﻗﻴﺼﯥ دَ ﺿﺮورت ﻣﻄﺎﺑﻖ دي او ﻛﻪ ﻫﺴﯥ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ورګډ ﻛړل ﺷﻮي دي -ﭘﻪ دې اړه ﻛﯧﺪى
ﺷﻲ ﭼﯥ ځﻴﻨﻲ زﻣﺎ ﻟﻪ دې راﺋﻰ ﺳﺮه اﺧﺘﻼف اوﻛړي ﭼﯥ ګﻨﻲ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﻫﺮ ﺧﺎﻣﻮش او ژوﻧﺪي ﻛﺮدار ﺗﻪ
ﺻﺤﻴﺢ ځﺎى ورﻛړل ﺷﻮى دى ..ﻫﻴﭽﺮﺗﻪ او ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﻫﻢ ﻳﻮﻛﺮدار ﭘﻪ ذﻫﻦ ﺑﻮﺟﻬـ ﻛﯧږي ﻧﻪ -ﺧﻮ ﻧﻘﺎدان ﺑﻪ ﻫﻢ
ﻏﻠﻂ ﭘﻪ دې وﺟﻪ ﻧﻪ وي ﭼﯥ ..دﻟﺘﻪ دَ ﻓﺮﻋﻮﻧﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه دَ ﻫﻐﻮئ دَ ﻫﺮي ﻫﻐﯥ ﺷﻬﺰادګۍ ﻳﺎ راڼۍ ﻧﻮم ﻳﺎ ﻛﺮدار
اﭼﻮل ﺷﻮى دى ..ﭼﯥ دَ ډاﻛټﺮ وﺳﺎ) ﻫﻴﺮوﺋﻴﻨﯥ ( دَ روﺋﻴﻮ او ﺧﻮﻳﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﻣﻄﺎﺑﻘﺖ ﻧﻪ ﻟﺮي -ﻻﻛﻦ زه ورﺗﻪ
ﺻﺤﻴﺢ ځﻜﻪ واﻳﻢ ﭼﯥ دَ ﻓﺮﻋﻮﻧﺎﻧﻮ ﺗﺎرﻳﺦ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﻓﺮﻋﻮﻧﺎن ﭘﻪ رﻳﻜﺎرډ ﺑﺎﻧﺪي ﻟﺮي ..دَ ﻫﻐﻮ ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻠﻪ ﻛﯥ دَ
ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ ﺷﻬﺰادګﻴﺎﻧﻮ ﻧﻮﻣﻮﻧﻪ ﻛﻢ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﻏﻠﻲ دي -او دا دَ دې ﻧﺎول ﻧګﺎر ﺧﻮﺑﻲ ګڼﻢ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ټﻮﻟﻲ ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ
ﺷﻬﺰادګﻴﺎﻧﻲ او راڼﻴﺎﻧﻲ ﭘﻪ ﻧﻮﻣﻮﻧﻮ را ژوﻧﺪۍ ﻛړې -دا ﺑﯧﻠﻪ ﺧﺒﺮه ده ..ﭼﯥ ﻫﺮه ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ راڼۍ ﻫﻢ ..دَ ﻗﻠﻮﭘﻄﺮه
ﻳﺎ دَ دې ﻧﺎول دَ ﻫﻴﺮوﺋﻴﻨﯥ ﻫﻮﻣﺮه ښﺎﻳﺴﺘﻪ ﻫﻢ وه ﻛﻪ ﻧﻪ ؟؟ ﺧﻮ ﭼﻮﻧﻜﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺧﭙﻠﻲ دې ﻣﻴﻨﻲ اّﻏﺎز او
اﻧﺠﺎم ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ داﺳﺘﺎن ﺗﻪ ﺳﭙﺎري ..ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﺧﻮ دﻏﻪ ګﻴﻠﻪ ﻳﺎ اﻋﺘﺮاض دَ ﻧﻘﺎداﻧﻮ ﻫﻢ ﻧﻪ ﺷﻲ ﺑﯥ ځﺎﻳﻪ ﻛﯧﺪﻟﻰ ..
ﭼﯥ ګﻨﻲ ..ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻧﺎول ﻛﯥ ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ ﻫﺮه ﻳﺎده ﺷﻮي ښځﻪ ﻓﺮﻋﻮﻧﻪ وﻟﯥ راوړي ده ؟ ﺧﺒﺮه ﺗﺮ دې ﺣﺪه
ﺻﺤﻴﺢ ده ..ﺧﻮ ځﻮاب ﻳﯥ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ زﻣﺎ ﭘﻪ رﻧګﻪ ﻧﻮر ﻧﻘﺎدان ﻫﻢ داﺳﯥ اوﻛړي ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ځﻜﻪ ..ﭼﯥ ﻫﺮ
ﻧﺮ ﻓﺮﻋﻮن ﭼﯥ ﺗﺎرﻳﺦ ﭘﻪ ښﻪ ﻳﺎ ﺑﺪ ﻧﻮم ﻳﺎد ﻛړى دى ..ﭘﻪ رول ﻛﯥ دَ دې ﻧﺎول " ﺧﭙﻠﻪ " ﺧﻮ ﻫﻢ ﻳﺎد ﺷﻮى دى -
څﻮﻣﺮه ﻛﺮادروﻧﻪ ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻧﺎول ﻛﯥ دَ ﻫﻴﺮو )ﻫﻐﻪ( ﺳﺮه ژوﻧﺪي ﻳﺎد ﺷﻮي دي او ﻳﺎ دَ
ﻫﻴﺮوﺋﻴﻨﯥ )وﺳﺎ( ﺧﻮاو ﺷﺎ ذﻛﺮ ﺷﻮي دي ..ﻫﻐﻪ ټﻮل ﺗﺮ اوﺳﻪ ژوﻧﺪي او دَ ﻫﻐﻮئ دَ ﻣﻴﻨﻲ ګﻮاﻫﻲ ورﻛﻮﻟﻰ
ﺷﻲ -دا ﻳﻮ داﺳﯥ ﻟﻮﺋﻴﻪ ﺧﺒﺮه ده ..ﭼﯥ ﻧﺎول ﻧګﺎر ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دې زﻳﺎر ﻛﻲ دَ ﻫﻐﻮ ﻟﻴﻜﻮاﻻﻧﻮ ﭘﻪ ﺻﻒ ﻛﯥ دروي ﭼﯥ
ﭘﻪ دُﻧﻴﺎ ﻛﯥ ډﯦﺮ ﻛﻢ او دَ ﻧﻪ ﺑﺮاﺑﺮ ﻳﺎد ﺷﻮي دي -او ﻫﻐﻪ ﻫﻢ داﺳﯥ ﻟﻴﻮﻧﻲ ﻟﻜﻪ ﺧﭙﻠﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ دى ..ﭼﯥ دَ
ﺧﭙﻠﻲ ﻣﻴﻨﻲ دَ ډاﻛټﺮ وﺳﺎ)ﭼﯥ اوس دَ ﻫﻐﻪ ﻛﻮر واﻻ ده( ﺳﺮه ټﻜﻲ ﭘﻪ ټﻜﻲ ﺑﻴﺎﻧﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﺟﻮړﯦﺪﻟﻰ دى -ﺷﺎﻳﺪ ﭘﻪ
دې ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ځﺎن دَ ﻳﻮ داﺳﯥ رښﺘﻮﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ ،ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎر او ﻧﺎول ﻧګﺎر او ګﻮره ﭼﯥ ﻻ څﻪ او څﻪ ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ
دَ ﻫﻤﯧﺶ دﭘﺎره ژوﻧﺪى ﺳﺎﺗﻞ ﻏﻮاړي -ﭼﯥ ﺗﺮ ﻗﻴﺎﻣﺘﻪ ﻳﯥ ﻧﻮم او ﻧﺸﺎن ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻲ -ګﻨﻲ ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ ﻟږ ﻓﻜﺮ اوﻛړو ..
ﻧﻮ ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻲ ﻣﻌﺎﺷﺮه ﻛﯥ داﺳﯥ څﻮك ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﻛړي دي ..ﻫﻮ ،دَ ﻳﻮ ﻧﯧﻚ
ﻣﻘﺼﺪ او ﻣﻘﺪﺳﻪ ﻣﺸﻦ ﺗﺮ ﺳﺮ ﻛﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﺖ -او ﻛﻮم څﻴﺰ ﭼﯥ ﺑﻪ ﻫﻐﻪ دَ ﻧﺎول ﭘﻪ ﻧړﺋﻴﺰ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ ځﺎﻧګړى
ﻛﻮي ،ﻫﻐﻪ دَ ده رول ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ دَ ﻫﻴﺮو)ﺳﯧﻼﻧﻲ( او راوي دى -
ﻏﺮض دا ،ﭼﯥ دَ وړﻣﺒﻲ ﻓﺮﻋﻮن ﻇﺎﻟﻢ ﺳﻨﯧﻔﯧﺮو ..ﺑﻴﺎ ﻣﺨﺘﻪ ﻓﺮﻋﻮن ﺧﻮﻓﻮ او دَ ﻫﻐﻪ دَ زاﻣﻨﻮ ﻓﺮﻋﻮن
ﺧﺎﻓﺮا او ﻓﺮﻋﻮن ﻣﻴﻨﻜﻮرا ﻋﻼوه دَ ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ راڼۍ ﺧﺎﻣﻴﺮﻳﺮﻧﺒﻴﺘﻲ ،ﺷﻬﺰادګۍ ﻧﯧﻔﺮﺗﻴﺎﺑﻴﺖ ،راڼۍ
ﻫﻴﺘﻴﻔﻴﺮﻳﺲ ،ﻫﺎﺗﺸﻴﭙﺴﻮت او داﺳﯥ ﻧﻮرو راڼﻴﺎﻧﻮ ﻧﻪ ﺑﻴﺎ ﺗﺮ رﻋﻤﺴﻴﺲ اﻟﺜﺎﻧﻲ ﭘﻮري او دَ ﻫﻐﻪ ﺗﺮ راڼۍ ﭘﻮري
داﺳﯥ ﻛﺮداروﻧﻪ دي ..ﭼﯥ دي ﺧﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ ﻣړه ﻛﺮداروﻧﻪ ..ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻫﻨﺮ دَ دې ﻗﻴﺼﯥ ﺑﺮﺧﻪ
ګﺮځﻮﻟﻲ دي او ﻏږوﻟﻲ ﻳﯥ ﻫﻢ دي -ﻛﻮم ﭼﯥ ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ ﻳﺎد ﺷﻮوْ ﺧﻮﺋﻴﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻣﻨﺎﺳﺒﺖ دَ ﻫﻴﺮو" ﺳﯧﻼﻧﻲ" او
ﻫﻴﺮوﺋﻴﻨﻲ " وﺳﺎ " دَ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ دَ ﻗﻴﺼﯥ دَ ﺿﺮورت ﺗﺤﺖ وړاﻧﺪي ﻛړل ﺷﻮي دي -ﻳﻌﻨﯥ ﻛﻪ دَ وﺳﺎ دَ ﻏﺼﯥ او
ﺧﻔګﺎن ﺧﺒﺮه ﻣﺨﺘﻪ راځﻲ ﻧﻮ دَ ﻇﺎﻟﻢ ﻓﺮﻋﻮن ﺳﻨﯧﻔﻴﺮو دَ ﺟﻼﻟﻲ راڼۍ ﻫﺘﯧﻔﻴﺮﻳﺲ رول ﻟﻮﺑﻮل ﻛﯧږي -ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﭼﯥ
ﻳﯥ دَ ښﺎﺋﺴﺖ ذﻛﺮ ﻛﯧږي ،ﻧﻮ دَ ﺧﭙﻞ ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ ﻋﻬﺪ ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻧﻪ ښﺎﺋﺴﺘﻪ ځﻮاﻧﻲ ﻣﺮګﻪ ﺷﻬﺰادګۍ ﻧﯧﻔﺮﺗﻴﺎﺑﻴﺖ
ﻏږول ﻛﯧږي -او ﺑﻴﺎ ﭼﯥ دَ رﺣﻤﺪﻟۍ او ښﯥ روﺋﯥ ﺧﺒﺮه ﻛﻮي ..ﻧﻮ دَ ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ ﺗﺎرﻳﺦ ﻳﻮ ﺑﻠﻪ ښځﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻫﻢ
ﻧﯧﻔﺮﺗﻴﺎﺑﻴﺖ ﻧﻮﻣﯧږي ﻳﺎدﯦږي -او ﺑﻠﻲ ﺧﻮا ﺗﻪ ﻫﻴﺮو دَ ﻓﺮﻋﻮن ﺧﻮﻓﻮ ﻧﻪ ﺗﺮ رﻋﻤﺴﻴﺲ اﻟﺜﺎﻧﻲ ﭘﻮري ﭼﯥ ﻛﻮم ﻛﻮم
ﻓﺮﻋﻮن څﻨګﻪ روﺋﻴﻪ او ﺧﻮﺋﻴﻪ دَ ﺧﭙﻠﯥ راڼۍ ﭘﻪ اړه روا ﻛړي وه ..ﻫﻢ ﻫﻐﺴﯥ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻢ
ښﻜﺎره ﻛړي او ﻳﺎده ﻛړي ده -ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دا ..ﺑﻠﻜﻪ ﺑﻴﺎ ﭼﯥ ﻗﻴﺼﻪ دَ ﻓﺮﻋﻮﻧﺎﻧﻮ ﻧﻪ ﺗﺮ ﻗﻠﻮﭘﻄﺮه او ﺟﻮﻟﻴﺲ ﺳﻴﺰر ..
ﺑﻴﺎ ﻧﻮروﻳﻌﻨﯥ ﻳﻮﻧﺎﻧﻴﺎﻧﻮ او زړو ﻋﺮﺑﻴﺎﻧﻮ او ﺗﺮ" ﺣﺎل " را رﺳﯧږي ..ﻧﻮ ﻛﺮداروﻧﻪ دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ او وﺳﺎ ﭘﻪ ﺷﻜﻠﻮﻧﻮ
او ﻳﺎ ﺧﻮاوﺷﺎ ﻛﯥ ﺧﭙﻠﯥ ﺑڼﯥ ډﯦﺮ ﭘﻪ ﺧﻮﻧﺪ او ﻣﺰه داﺳﯥ ﺑﺪﻟﻮي راﺑﺪﻟﻮي -ﭼﯥ دَ ﺑﻨﺪه دَ ﺧﻠﯥ ﻧﻪ ﻳﻮ دم دا ﺧﺒﺮه
اووځﻲ ﭼﯥ ...اﻓﻀﻞ ﺷﻮق واﻗﻌﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﻛﺮداروﻧﻮ ﺗﻪ ﻧﻪ ﻳﻮاځﻲ دَ زﻣﺎﻧﻮ زﻣﺎﻧﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ څﯧﺮې
ورﻛړي دي ﺑﻠﻜﻪ دﻏﻪ ﻛﺮداروﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ډراﻣﺎﺋﻲ اﻧﺪاز او ﭘﻪ اﻓﺴﺎﻧﻮي ﺧﻮﻧﺪ اوﺣﻘﻴﻘﻲ رﻧګ ﻛﯥ ﻫﻢ وړاﻧﺪې
ﻛړي دي -
ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ دا ﻧﺎول ﭘﻪ ﻏﻮر اوﻟﻮﻟﻮ ،ﻧﻮ دا ﺧﺒﺮه ﺑﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﺷﻲ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دې ﻧﺎول ﻛﯥ
ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ډﯦﺮي ﻣﺨﺘﺼﺮې دَ ﻗﻴﺼﯥ ﺑﺮﺧﻪ ﺟﻮړي ﻛړي دي -ﻫﻐﻪ ﭘﻪ وړو ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﻟﻮﺋﻴﯥ ﻣﻌﻨﯥ راﻧﻐﺎړﻟﻮ
ﻛﻮﺷﺶ ﻛړى دى -او ﺗﺮ ډﯦﺮه ﺣﺪه ﭘﻮري ﻛﺎﻣﻴﺎﺑﻪ ﺷﻮى ﻫﻢ دى -دا ﻻﻧﺪﯦﻨۍ ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ دَ دې ﻳﻮ ښﻪ ﻣﺜﺎل دى..
" -راﻧﺎ ..ﻣﻨﻢ ﭼﯥ ډﯦﺮه ښﺎﺋﺴﺘﻪ ﻳﯥ او ﻛﻪ اوﻏﻮاړې ﻧﻮ دَ ﻓﺮښﺘﯥ اﻳﻤﺎن ﻫﻢ ﺧﺘﺎ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﯥ -ﺧﻮ ﭘﻪ دې
زړه ﻛﯥ ﺳﺘﺎ دﭘﺎره ﭼﯥ ﻛﻮم ځﺎى ﻣﺎ دَ دوﺳﺘۍ ﭘﻪ ﻧﻴﺖ ﻏﻮره ﻛړى دى ..ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻫﻮس ﻧﻪ ﺷﻲ ﺑﺪﻟﯧﺪﻟﻰ
ګﻮره ﭼﯥ ﻫﻐﯥ ﺑﻪ څﻠﻪ دا ﺧﺒﺮه دَ ﺗﻮﻋﻴﻦ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ اﻏﻴﺴﺘﻠﻪ او ﭘﻪ ﺧﻨﺪا ﺑﻪ ﻳﯥ ﺑﻴﺎ ﻳﻴﺎ ورﺗﻪ وﺋﻴﻠﻮ..
-ﭼﭗ ﺷﻪ ﺳﯧﻼﻧﻴﻪ ..داﺳﯥ ﻣﻪ واﻳﻪ ..ﻛﻪ درﺗﻪ ﭘﻪ رښﺘﻴﺎ ﺷﻮم ﻧﻮ ﻫﺮ څﻪ ﺑﻪ در ﺑﺎﻧﺪې ﻫﯧﺮ ﻛړم ..ښﻪ!!
ﺧﻮ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺑﻪ ﻫﻢ ورﺗﻪ وﺋﻴﻠﻮ..
-ﻛﺜﻴﺮ ﻣﺸﻜﻠﻪ
-ﻻ ﻻ ﻣُﺶ ﻣﺸﻜﻠﻪ ﺣﺒﻴﺒﻲ
او ﻫﻐﯥ ﭼﯥ ﺑﻪ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﺨﺼﻮص اﻧﺪاز ﻛﯥ دﻏﻪ رﻧګﻪ ورﺗﻪ اووﺋﻴﻠﻮ ،ﻧﻮ ﺑﻪ ورﺳﺮه ﻣﻨﻮﯦﻼ ،ﭘُﻮ،
ﻋﻘﻮد او ﺑﯧﺴﻨﻚ ﻣﻮرﺗﻲ ﻫﻢ ﺧﻨﺪا ﺗﻪ داﺳﯥ اوﺟﻮړﯦﺪﻟﻮ ﭼﯥ دَ درﺳﺘﯥ ﭘﺎرټۍ ﺑﻪ ورﺗﻪ ﭘﺎم ﺷﻮ" -
) ﺷﻮق "ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ " ...ﻓﺼﻞ _ ... ۶ﻣﺦ (١١٢-١٣
ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﻲ ﻳﻮ ﺑﻞ ځﺎﺋﻰ ﻫﻢ ﻳﻮه داﺳﯥ ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ رﻗﻢ ﺷﻮي ده ﭼﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ورﻧﻪ دَ
دې ﻧﺎول او ﻧﺎول ﻧګﺎر ﭘﻪ ﺑﺎب ﻳﻮه ﻧﺎ ﻳﻮه ﺣﺘﻤﻲ راﺋﻰ ﺿﺮور ﻗﺎﺋﻤﻮﻟﻰ ﺷﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ دﻟﺘﻪ ﺷﻮق ) ﺳﯧﻼﻧﻲ ( دَ
ﻫﺮڅﻪ ﻧﻪ ﺑﺎﻻ ﺗﺮ ..ﻻﻛﻦ ﻳﻮ ښﻪ اﻧﺴﺎن ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ-
" -دا ﺳﻮﭘﻴﺲ او ﻓﻠﻮرﻳﺘﺎ څﻨګﻪ ﻟﻪ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺳﺮه دوﻣﺮه ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻟﻴﺪل ﻛﯧږي ؟ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻳﻮه ﻛټﺮه
ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻪ او ﺑﻠﻪ ﻋﻴﺴﺎﺋﻲ ده"
ﻳﻮه ورځ ﭼﯥ دَ وﺳﺎ ﭘﻪ ﻣﻮﺟﻮدګۍ ﻛﯥ ډاﻛټﺮ ﭘُﻮ دا ﺧﺒﺮه دَ ﺳﻮال ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړه ،ﻧﻮ ﺳﯧﻼﻧﻲ
ورﺗﻪ وﺋﻴﻠﻮ..
-ﻣﺬﻫﺐ ﻟﻪ اﻧﺴﺎﻧﻪ دَ اﻧﺴﺎن ﺟﻮړوﻟﻮ او اﻧﺴﺎن وَ اﻧﺴﺎن ﺗﻪ دَ ﻧﻴﺰدې ﻛﻮﻟﻮ وﻇﻴﻔﻪ ﺳﺮﺗﻪ ﻛﻮي
اوس ﺑﻪ ﻳﯥ ﻻ ﻧﻮر څﻪ وﺋﻴﻠﻮ ،ﭼﯥ دَ ﭘُﻮ ﻟﻪ ﺧﻠﯥ ﻳﻮ دم داﺳﯥ ﺧﺒﺮه ﻧﺎﺑﺒﺮه اوﺧﺘﻠﻪ ..ګﻮا
-ﺳﯧﻼﻧﻴﻪ !! ﺗﻪ دَ ﺳﻮﭘﻴﺲ ﭘﻪ ﺣﻖ ﻛﯥ ﻧﻦ ﺳﺒﺎ ډﯦﺮ ښﻜﺎرې
ﺑﻴﺎ ﭼﯥ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﯥ دې ﻏﻠﻄۍ ﺗﻪ ﭘﺎم ﺷﻮ ،ﻧﻮ واﺋﻲ ..
-زﻣﺎ ﻣﻄﻠﺐ دا ،ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ اﺳﻼﻣﻲ ﺟﺎﻣﻪ ﻛﯥ ګﺮﺳﺮه ښﻪ ﻧﻪ ﺑﺮﯦښﻲ ..ﺧﻮ ﺗﻪ ورﺗﻪ ښﻪ واﺋﯥ ...
وﺳﺎ ﻛﻪ څﻪ ﻫﻢ ﻫﻴڅ ﻧﻪ اووﺋﻴﻠﻮ ،ﺧﻮ دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﭘﻪ ﺧﻮا ﻳﯥ داﺳﯥ ﭘﻪ ﺳﻮاﻟﻴﻪ ﻧﻈﺮوﻧﻮ اوﻛﺘﻠﻮ ..ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ
ﭼﯥ ﻫﻢ دَ ده دوﺳﺘﻲ ﻟﻪ ﺳﻮﭘﻴﺲ ﺳﺮه ﻧﻪ ﺧﻮښﻮي " -
) ﺷﻮق "ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ " ...ﻓﺼﻞ _ ...١٣ﻣﺦ ( ٢٠٠
دا او داﺳﯥ ﺑﯧﺨﻲ ډﯦﺮي ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ دي ﭼﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ﺳﻮچ وﻫﻠﻮ ﻣﺠﺒﻮره ﻛﻮي ..ﺧﻮ ﻣﻌﻨﯥ او
ﻣﻄﻠﺐ ډﯦﺮ ژور او ﻓﻜﺮي ﻟﺮي -ﻳﻌﻨﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ډﯦﺮي زﻳﺎﺗﻲ ﺧﺒﺮي ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ اﺷﺎرو
ﻛﯥ ځﻜﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ دا ﻗﻴﺼﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻠﻪ او دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﺤﺒﻮﺑﯥ ) ﭼﯥ اوس دَ ﻫﻐﻪ ﻛﻮر واﻻ ده( ﻗﻴﺼﻪ ده -ﻧﻪ ﺗﺶ
دا ..ﺑﻠﻜﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺑﺎب دا وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻛﻪ ﺷﺎﻋﺮي ﻛﻮي او ﻛﻪ ﻧﺜﺮ ﻟﻴﻜﻲ ..ﺧﺒﺮي ﭘﻪ اﺷﺎرو ﻛﯥ
ﻛﻮي -ﻧﻮ ځﻜﻪ دَ ﺧﭙﻞ ادﺑﻲ ﻓﻄﺮت دَ وﺟﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﻫﻢ ﺧﭙﻠﻪ ﻫﻐﺴﯥ ادﺑﻲ روﺋﻴﻪ ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ
ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ ﻛﯥ څﺮګﻨﺪوي -ﻫﻐﻪ دَ اﺧﺘﺼﺎر ﻗﺎﺋﻞ دى او ﻧﻪ ﻏﻮاړي ﭼﯥ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﻗﻴﻤﺘﻲ وﺧﺖ ﺿﺎﺋﻊ ﻛړي -ﻧﻮ
ځﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ وړې ..ﺧﻮ ﺑﺎﻣﻌﻨﻲ او ﻋﻼﻣﺘﻲ ﺧﺒﺮي داﺳﯥ ﭘﻪ ﺳﻮاﻟﻴﻪ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻛﻮي ..ﻟﻜﻪ
" -ﻧﻦ زه درﺗﻪ دَ دې واده ﻣﺒﺎرﻛﻲ ﻧﻪ واﻳﻢ
-څﻠﻪ ....؟؟
-ځﻜﻪ ﭼﯥ زه ﻧﻪ ﻏﻮاړم ،ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻠﻮ ارﻣﺎﻧﻮﻧﻮ ﺟﻨﺎزه دَ ټﻮﻟﻮ ﻟﻪ ﻣﺨﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړم
-ګﻮره ﺳﻮﭘﻴﺲ ..دا ﺟﻨﺎزه ﺳﺘﺎ دَ ارﻣﺎﻧﻮﻧﻮ ﻧﻪ ،ﺑﻠﻜﻪ ﺳﺘﺎ دَ ﻳﻮه دوﺳﺖ دَ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻴﺎﻧﻮ ﻳﻮه ﺳﺘﺮه
ﻣﻮﻗﻌﻪ ده
-ﻫﻮ ،ده ﺧﻮ ..ﻻﻛﻦ ...؟؟
) ﺷﻮق "ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ " ...ﻓﺼﻞ _ ...١٧ﻣﺦ(٢۶١-۶٢
ﭘﻪ دې " ﻻﻛﻦ " ﻛﯥ ﻧﺎول ﻧګﺎر ډﯦﺮي ﺧﺒﺮي ﭘټﯥ ﺳﺎﺗﻠﻲ دي او دا دَ دې ﻧﺎول ﻧګﺎر ﻫﻐﻪ ﺧﻮﺑﯥ ده ..ﭼﯥ
اﻛﺜﺮه ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ دَ ځﻮاب ﭘﻪ ﻧﻴﺖ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﭘﻪ ﻣﺮﺿﻲ ځﻜﻪ ﭘﺮﯦږدي ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ اﺧﻼﻗﻲ ﺣﺪوﻧﻪ ﭘﺎرول ﻧﻪ
ﻏﻮاړي -
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﻧﺎول ﭘﻪ داﺳﯥ ښﻜﻠﻲ او اﺧﻼﻗﻲ اﻧﺪاز ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ وړاﻧﺪي ﻛﻮي ﭼﯥ
ﺑﻨﺪه ورﺗﻪ ﭘﻪ ﺳﻮچ ﻛﯥ ډوب ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻲ -ﺧﻮ دَ ﻣﺰې ﺧﺒﺮه دا ..ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﺼﺮو ﻣﻜﺎﻟﻤﻮ ﻛﯥ ډﯦﺮي
ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ اﺷﺎرې ﭘټﻲ دي ..ﻟﻜﻪ دا ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ﭼﯥ ﺑﻼ ډﯦﺮي ﻣﻌﻨﯥ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﭘﻪ ذﻫﻨﻮﻧﻮ ﻛﯥ راﺑﺮﺳﯧﺮه ﻛﻮﻟﻰ
ﺷﻲ ..
" ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺑﻪ ﻻ دَ اﻣﻴﻨﻪ دَ ﺧﺒﺮي ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ دَ ﻫﻐﯥ دَ ﺗﺎﺗﺎ وﺳﺎ ﭘﻪ ﺑﺎب ﻧﻮر څﻪ وﺋﻴﻠﻮ ،ﭼﯥ وﺳﺎ ﭘﻪ
ﺧﻨﺪا ﻛﯥ اووﺋﻴﻠﻮ..
-ﻫﻮ ،زه ﭘﻪ دې وﺟﻪ ﺧﺒﺮي اوﭼﯥ ﻛﻮم ،ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﻮﺑﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې ګﺮﺳﺮه ﻳﻘﻴﻦ ﻧﻪ ﻟﺮم
-ﻻﻛﻦ ﺧﻮﺑﻮﻧﻪ ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ ﺳړي ﺗﻪ راځﻲ
-راځﻲ دي
-ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻣﻨﯥ ﻫﻢ ﻗﻠﻮﭘﻄﺮه ډﺋﻴﺮ
دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﻟﻪ ﺧﻠﯥ دَ " ﻗﻠﻮﭘﻄﺮه" ﺗﻮرى څﻪ اوﺧﺘﻠﻮ ،ﭼﯥ ﻫﻐﯥ اوﺧﻨﺪﻟﻮ او ﭘﻪ ﺧﻨﺪا ﺧﻨﺪا ﻛﯥ وﻻړه
ﺷﻮه او اﻣﻴﻨﻪ ﻫﻨﺪ ﻳﯥ دَ ﺳﻴﺪي ﻓﺮج دَ ﺳﻤﻨﺪر دَ راﻏﻠﻲ څﭙﯥ ﺳﺮه ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻣﻠګﺮي ﭼﯥ ﻛﻠﻪ دَ ژورو اوﺑﻮ
ﭘﻪ ﻟﻮر رﻫﻲ ﺷﻮﻟﻪ ،ﻧﻮ ﻳﯥ وﺋﻴﻠﻮ..
-ﺧﻮ زه ﻻ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﻫﻢ ﻳﻮ ﻧﻮم ځﻜﻪ ﻧﺸﻢ درﻛﻮﻟﻰ ،ﭼﯥ ﺗﻪ ﺧﭙﻠﻪ ښﻪ ﺧﺒﺮ ﻳﯥ -
-ﻻﻛﻦ ﭘﻪ څﻪ ؟
او ﺑﻴﺎ ﭼﯥ دوه درې ځﻠﻪ دا وړوﻛﻲ ﺗﭙﻮس ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺗﻜﺮار ﻛړو ،ﻧﻮ ﻫﻐﯥ ﻫﻠﺘﻪ ﻟﻪ ﻟﻴﺮي څﺨﻪ ځﻮاب
داﺳﯥ ور ﺑﻴﺎ ﻛړو..
ﺗﻪ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ ځﺎن څﻪ ګڼﯥ ..ﻫﻐﺴﻲ ﺷﻪ وَ ﻣﺎﺗﻪ -
زه ځﺎن څﻪ ګڼﻢ ؟ ...څﻪ ﻳﻢ ؟ او څﻮك ﺷﻢ وَ دې ﺗﻪ ؟ -
ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﻳﻮ ځﻞ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻓﻜﺮ ﻛﯥ وَ ځﺎﻧﺘﻪ دَ ﻫﺮ راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮي ﺳﻮال ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ
ﺳﻮال ﺷﻮ" -
) ﺷﻮق "ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ " ...ﻓﺼﻞ _ ... ٢٠ﻣﺦ (٣٠۵
دا ﻫﻐﻪ ﺳﻮال دى ﭼﯥ دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ دَ ﻛﺮدار ﻳﺎ ﺧﻮﻳﯥ ﺳﺮه ﺗړﻟﻰ ﺑﯥ ځﻮاﺑﻪ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ او ﻛﻮم ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ
ﭼﯥ ﻧﺎول دَ اوﻟﻪ ﺳﺮه ﻧﻪ وي وﺋﻴﻠﻰ ..ﻫﻐﻪ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ﻧﺸﻲ ﭘﻮﻫﯧﺪﻟﻰ -دا دَ دې ﻧﺎول ﻫﻐﻪ ﺧﻮﺑﻲ ده ..ﭼﯥ ﺑﯥ دَ
ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﻳﯥ اﻧﺠﺎم ﺗﻪ ﻫﻴڅﻮك ﻧﻪ ﺷﻲ رﺳﯧﺪﻟﻰ -وﻟﯥ ﭼﯥ دا ﻧﺎول ﻓﻠﻤﻲ وژن ﻟﺮي ..ﺧﻮ دَ ﭘښﺘﻮ دَ ﻓﻠﻢ ﭘﻪ رﻧګﻪ
ﻧﻪ -دﻟﺘﻪ ﻧﺎول ﻧګﺎر ﻫﻐﻪ اﻧﺪاز ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻫﻨﺮ ﺧﭙﻞ ﻛړى دى -ﭼﯥ ﻧﻦ ﭘﻪ ﻣﻐﺮب ﻛﯥ دَ ﺳﺴﭙﻨﺲ ﭘﻪ ﻧﻮم ﻳﺎدﯦږي -دې
ﻧﻪ ﻋﻼوه ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ داﺳﯥ ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ اّﺧﺮي ﺑﺎﺑﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺷﺎﻣﻠﯥ ﻛړل ﺷﻮي دي ..ﭼﯥ ﻗﻴﺼﻪ دَ دې ﻧﺎول
اﺧﺘﺘﺎم ﺗﻪ ﻧﻪ رﺳﻮي -ﺑﻠﻜﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﺗږي ځﻜﻪ ﺳﺎﺗﻲ -ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دا ﻗﻴﺼﻪ ﻻ ﺧﻮ ﺳﺮ ﺗﻪ رﺳﯧﺪﻟﻲ ﻧﻪ ګڼﻲ او
ﻏﻮاړي ﭼﯥ ﻣﺨﺘﻪ ﻫﻢ ﺟﺎري ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻲ ...ﺧﻮ دا ﻗﻴﺼﻪ ﺑﻪ ﻣﺨﺘﻪ دَ ﻧﺎول ﻧګﺎر ﻫﻐﻪ ﻟﻮر ﺑﺮﯦﺸﻨﺎ ﺧﺎن ﺟﺎري ﺳﺎﺗﻲ ..
ﭼﯥ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧږي -ﭘﻪ دې ورﺳﺘۍ ﺧﺒﺮي ﻳﺎ ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻪ ﭼﯥ ځﻮاب ﻃﻠﺐ دي ..ﺗﺎﺳﻮ
ﻛﺘﻠﻰ ﺷﺊ..
" -ﺑﺲ ﻛﻪ ﻣﺎﻣﺎ ﺑﺲ ﻛﻪ ..ﻧﻮره ﻣﺨﺘﻪ ﻣﻪ ځﻪ ..اوﺑﻪ ډﯦﺮي ژوري دي او دَ ﭘﺎﭘﺎ ﻻﻣﺒﻮ ﻫﻢ ﻧﻪ ده اﻳﺰده"
) ﺷﻮق "ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ" ...ﻓﺼﻞ _ ... ٢۴ﻣﺦ (٣۵۴
ﭘﻮرﺗﻪ راﺑﺮﺳﯧﺮه ﺷﻮوْ ﺳﻮاﻟﻮﻧﻮ ﻧﻪ زﻣﺎ ﻣﻄﻠﺐ دﻟﺘﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ دې ﻧﺎول ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﺟﺪﻳﺪه ﭘﻴﺮاﺋﻴﻪ
ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى دى ﭘﻪ ﺣﻖ ﻛﯥ داﺳﯥ ﺑﺤﺚ ﻛﻮﻟﻮ ﻧﻪ دى -ﭼﯥ دَ ﭘښﺘﻨﻲ ﻧﺎول دَ رواﺋﻴﺘﻲ ﭼﺎپ ﻧﻪ ﻳﻮ ﻃﺮف ﺗﻪ
اوﺳﺎﺗﻠﻰ ﺷﻲ -وﻟﯥ ﻣﻮﻧږ ﭘﻮﻫﻰ ﻳُﻮ ...ﭼﯥ " ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ" څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ژﺑﻲ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮى ﻛﺘﺎب
دى ﺧﻮ ﭘښﺘﻨﻲ ﻣﺰاج ﻧﻪ ﻟﺮي او ﻧﻪ ﻳﻮ ﻋﺎم او ﻧﺎ ﻟﻮﺳﺘﻰ ﭘښﺘﻮن ﻗﺎري ﺗﺮﯦﻨﻪ ﻫﻐﺴﯥ ﺧﻮﻧﺪ اﻏﻴﺴﺘﻠﻰ ﺷﻲ ﻟﻜﻪ
ﻛﻮم ﺧﻮﻧﺪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﻗﻴﺼﻪ ﺧﻮاﻧۍ دَ دوﻛﺎﻧﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﻬړو ﺑﺎﻧﺪې ﭘﺮﺗﻮ ﻓﻠﻤﻲ ﻗﻴﺼﻮ او زړو ﻗﻴﺼﻮ ﻳﺎ ﻧﻜﻠﻮﻧﻮ ﻧﻪ
اﺧﻠﻲ -ﻛﯧﺪى ﺷﻲ ﭼﯥ زه ﻫﻢ دَ دې ﻧﺎول ﻫﻐﺴﯥ ﻧﻪ اوﺳﺘﺎﻳﻢ ..څﻨګﻪ ﭼﯥ ﺳﺘﺎﺋﻴﻞ ﭘﻪ ﻛﺎر دى -زﻣﺎ ﻳﻘﻴﻦ دى ﭼﯥ
دَ دې ﻧﺎول ﺳﺮه اﻧﺼﺎف ﻳﻮ داﺳﯥ ﻧﻘﺎد ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ ..ﭼﯥ ﻋﺎﻟﻤﻲ ادب ﻳﯥ ﻟﻮﺳﺘﻰ وي او دَ اوﺳﻨۍ ادﺑﻲ روﺋﻴﻮ
ﻧﻪ ﺑﺎﺧﺒﺮ وي ..ﻫﻢ وﻳﮋن ﻳﯥ ﭘﺮاخ او اّﻓﺎﻗﻲ وي -ﺧﻮ واﻳﻢ ﺑﻪ ﭘﻪ دې ﭼﯥ ﭼﺮﺗﻪ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ دا ﻧﻪ اوګڼﻲ ﭼﯥ ګﻨﻲ
- ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻮ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻫﻴڅﻮك ﻧﻪ ﭘﻮﻫﯧږي ..ﻳﺎ ﭘﻮﻫﯧﺪل ﻧﻪ ﻏﻮاړي
زﻣﺎ دَ ﭘﻮﻫﯥ ﻣﻄﺎﺑﻖ ﭘﻪ ﻧﺎول ﻛﯥ ﻣﻨﻈﺮﻧګﺎري ﺗﺶ دَ ﻣﻨﻈﺮوﻧﻮ او ﻧﻨﺪارو ﻳﺎ ﻣﺎﺣﻮل راﻧﻐﺎړل ﻧﻪ دي ..
ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻗﻴﺼﯥ دَ ښﻪ وﺿﺎﺣﺖ او ﺗﺴﻠﺴﻞ ﺳﺎﺗﻠﻮ دﭘﺎره دَ ﻛﺮداروﻧﻮ ﭘﻪ ﺻﺤﻴﺢ وﺧﺖ ،ﭘﻪ ﺻﺤﻴﺢ ﻣﻮﻗﻌﻪ او
ﺻﺤﻴﺢ ﻣﻨﺎﺳﺒﻮ ﺑڼﻮ ﻛﯥ ښﻮدل ﻫﻢ دي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﻧﺎول دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ ژوﻧﺪ ﻳﻮه داﺳﯥ ﺻﺤﻴﻔﻪ وي ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ
ژوﻧﺪ دَ ﺳﺘړﻳﺎګﺎﻧﻮ ،دردوﻧﻮ او دَ ﻏﻢ ﻳﺎ ﺧﻮﺷﺤﺎﻟۍ دَ ﻛﯧﻔﻴﺘﻮﻧﻮ ﺗﺎرﻳﺦ رﻗﻢ ﻛﯧږي -او ﭘﻪ ﺗﺎرﻳﺦ ﻛﯥ دَ ښﻜﻠﻮ
ﻧﻨﺪارو ،ﻣﻨﻈﺮو او ﺟﻐﺮاﻓﻴﺎﺋﻲ ﻣﺎﺣﻮل ﻧﻪ زﻳﺎت اﻧﺴﺎﻧﻲ واﻗﻌﺎت ،دَ ﻫﻐﻮئ روﺋﻴﯥ او وﺧﺘﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﺗړﻟﻲ
رﺷﺘﯥ څﯧړﻟﻰ ﺷﻲ -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻗﻴﺼﻪ دَ ﻧﺎول دَ ﻏﻮره ﺷﻮوْ ﻛﺮداروﻧﻮ ﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ورﻛﻮل ﭘﻪ ﻛﺎر ده -ﻛﻮم ﭼﯥ
ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛړي دي او زﻳﺎت اﻫﻤﻴﺖ ﻳﯥ ﺧﭙﻠﯥ ﻗﻴﺼﯥ ﺗﻪ ورﻛړى دى -ځﻜﻪ دَ ده ﻛﺮداروﻧﻪ
ژوﻧﺪي ژوﻧﺪي او ﺳﺘﺮګﻮ وړاﻧﺪي ﻣﺤﺴﻮﺳﯧږي -ﻛﻪ ﻣﻮﻧږ اوګﻮرو ..ﻧﻮ ﭘﻪ دې درﺳﺖ ﻧﺎول ﻛﯥ ﻫﻢ دوﻣﺮه
ﻣﺎﺣﻮﻟﻴﺎﺗﻲ ﻣﻨﻈﺮ ﻧګﺎري ﻧﻪ ده ﺷﻮي ..څﻮﻣﺮه ﭼﯥ ځﻤﻮﻧږ دَ ﭘښﺘﻮ ﻳﺎ دَ اُردو ژﺑﯥ دَ زړو ﻧﺎوﻟﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﻳﻮه ﺑﺎب ﻛﯥ
ﺷﻮي ده -ﺧﻮ دَ دې ﺑﺎوﺟﻮد ﻫﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻳﻮ ښﻪ او ﭘُﺮﺗﺎﺛﻴﺮه ﻧﺎول ﻟﻴﻜﻠﻮ ﻛﯥ ﻛﺎﻣﻴﺎب ﺷﻮى دى -ﻛﻮم ﭼﯥ
دَ ده ﻫﻨﺮي ﻛﻤﺎل څﺮګﻨﺪوي ..او اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ دَ ﻳﻮ ډﯦﺮ ..ﺑﻠﻜﻪ ﺑﯧﺨﻲ ډﯦﺮ ﺟﺪﻳﺪ ﻧﺎول ﻧګﺎر ﭘﻪ
ﺣﯧﺜﻴﺖ ﻣﻴﺪان وﻫﻠﻮ ﺗﻪ راﻏﻠﻰ دى -ﻳﻌﻨﯥ ﭘﻪ دې ﻧﻴﺖ او ﺳﻮچ ..ﻟﻜﻪ څﻨګﻪ ﭼﯥ دﺋﻰ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ دَ ﻧﻮي ﻓﻨﻲ
اﻧﺪاز او ﻧﻮوْ ﻓﻜﺮي اّّﻓﺎﻗﻲ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﺳﺮه ﺗړﻟﻰ ﺷﺎﻋﺮ ﻳﺎدﯦږي ..او ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ دﺋﻰ ﭘﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ دَ اﺑﻦ
ﺑﺘﻮﻃﻪ ﭘﻪ رﻧګﻪ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﻫﻢ ﻣﺸﻬﻮر ﺷﻮ -ﻟﻨډه دا ،ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺧﭙﻞ ﻧﻈﻢ او ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﭘﻪ رﻧګﻪ دَ ﭘښﺘﻮ دَ
ﻧﺎول ﺑڼﻪ ﻫﻢ دَ رواﺋﻴﺘﻲ ﻗﻴﺼﯥ ﻧﻪ دَ ﺑﺎﻗﺎﻋﺪه اوﺳﻨﻲ ﻣﻌﻴﺎري ﻧﺎول ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ راړول ﻏﻮاړي -او زﻣﺎ ﻳﻘﻴﻦ
دى ﭼﯥ دﻟﺘﻪ ﺑﻪ ﻫﻢ ځﻴﻨﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻧﺎﻟﻮﺳﺘﻲ ﻧﻘﺎدان ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﺟﺮم ﻣﻌﺎف ﻧﻪ ﻛړي -
راﺷﺊ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻻﻧﺪﯦﻨۍ ﭘﻬﺮه ﻛﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻧﺎول ﻛﯥ دَ ﻣﻨﻈﺮ ﻧګﺎرۍ ﻧﻤﻮﻧﻪ او اﻧﺪاز اوګﻮرو
-
" او څﻪ وﺧﺖ ورﺳﺘﻪ دَ ﻫﻐﯥ ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ راڼۍ ﭘﻪ اﺷﺎره ﺑﺎﻧﺪې ﻳﻮ دﻧګ او ﭘﻨډ ﺟﻼد ،ﭼﯥ ﺗﻚ ﺗﻮر
ﺳړى وي ﭘﻪ اوږو ﻳﻮ ﻏټ ﺳﺎﺗﻮل را اﻏﻴﺴﺘﻰ وي دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﭘﻪ ﺧﻮا ﭼﯥ څﻨګﻪ ور روان ﺷﻲ ،ﻧﻮ ﻫﻐﻪ
ﭘﻪ ﭼﻴﻐﻮ ﭼﻴﻐﻮ واﺋﻲ..
-زه ﺑﯥ ﻗﺼﻮره ﻳﻢ ..زه ﺑﯥ ﻗﺼﻮره ﻳﻢ
ﺧﻮ ﺟﻼد ﻣﺦ ﻣﺨﺘﻪ ور روان وي ﻟﻪ ﺗﻨﺎوزﻣﻪ ﺧﻨﺪاګﺎﻧﻮ ﺳﺮه -او داﺳﯥ ﻫﻢ واﺋﻲ..
-ﺗﻴﺎر ﺷﻪ ﻣﺮګ ﺗﻪ اې ﻣﺸﺮﻛﻪ
ﺑﻴﺎ دَ ﻳﻮې ﻏټﯥ ﻗﻬﻘﻬﯥ وﻫﻠﻮ ورﺳﺘﻪ واﺋﻲ ..
-ﺳﺘﺎ ﺳﺰا دا ده ﭼﯥ ﺗﺎ ﺷﺮك ﻛړى دى
-ﺷﺮك؟
ﭘﻪ ﻣﻴﺪان ﻛﯥ ټﻮل ﻏﻼﻣﺎن ﭘﻪ ﻳﻮه اّواز داﺳﯥ دَ ﺣﯧﺮاﻧﺘﻴﺎ اﻇﻬﺎر ﭼﯥ څﻨګﻪ اوﻛړي ،ﻧﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﻟﺮې دَ
راڼۍ ﻫﺎﺗﺸﻴﭙﺴﻮت ﺳﺮه ﭘﻪ ﻳﻮه اړخ ﻛﯥ ﻧﺎﺳﺖ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺧﯧټﻮر درﺑﺎري راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻲ او ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دراﻧﻪ
ﻏږ ﻛﯥ واﺋﻲ..
-ﻫﻮ ..دې ﺳﯧﻼﻧﻲ ګﺴﺘﺎخ دَ ﻳﻮه ﺧﺪاى ﭘﻪ وړاﻧﺪې دَ ﺑﻞ ﺧﺪاى دروﻟﻮ ﻫڅﻪ ﻛړي ده
ﻧﻮ ځﻜﻪ ﺳﯧﻼﻧﻲ دواړه ﻻﺳﻮﻧﻪ ﭘﻮرﺗﻪ ﻛړي او ﭘﻪ ﺗﯧﺮه ﭼﻴﻐﻪ ﻛﯥ واﺋﻲ..
-دا دَ وﺧﺖ دَ راڼۍ دَ ﺳﺘﺮګﻮ دﻫﻮﻛﻪ ده ..ﺷﺮك ﻧﻪ
اوس ﺑﻪ ﻳﯥ ﻻ ﻧﻮر څﻪ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﯥ ﺻﻔﺎﺋﻲ ﻛﯥ وﺋﻴﻠﻮ ،ﭼﯥ دَ ﺧﻴﺎل ﻟﻪ ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ ﻧړۍ څﺨﻪ ﻧﺎڅﺎﭘﻪ ﻫﻐﻪ وﺧﺖ
ﺧﭙﻠﻲ زﻣﺎﻧﯥ ﺗﻪ راﺳﺘﻮن ﺷﻲ ،ﭼﯥ وﺳﺎ ورﺑﺎﻧﺪې ﻏږ اوﻛړي..
-ﺳﯧﻼﻧﻴﻪ ..درځﻪ ﭼﯥ ﻛﻮزﯦږو ..ﭘﻮرټ ﺳﻌﻴﺪ راورﺳﯧﺪﻟﻮ"
) ﺷﻮق "ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ " ...ﻓﺼﻞ _ ...١۴ﻣﺦ (٢١٧-١٨
دا ﭘﻮرﺗﻪ ﻧﻘﻞ ﺷﻮي ﻣﻜﺎﻟﻤﻪ ﭼﯥ څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ زﻳﺎﺗﻪ ﻣﻨﻈﺮ ﻧګﺎري ﭘﻪ ﻛﯥ ﻧﻪ ده ﺷﻮي ..ﺧﻮ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﯥ
ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ دَ دې ﻣﻜﺎﻟﻤﺎﺗﯥ اﺷﺎرو ﻧﻪ دَ ﻣﻨﻈﺮ او ﺳﻴﻦ ﺑﺎﻟﻜﻞ واﺿﺢ ﺗﺼﻮﻳﺮ ﺟﻮړ ﻛړي -او دﻏﻪ رﻧګﻪ ﺳټﺎﺋﻞ
ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ دَ ﻣﻨﻈﺮﻧګﺎرۍ دﭘﺎره ﭘﻪ ﻛﺎر راوړل ﺷﻮى دى -ﻳﻌﻨﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دې ﻧﺎول ﻛﯥ داﺳﯥ
ﺗﺠﺮﺑﯥ ډﯦﺮي زﻳﺎﺗﯥ ﻛړي دي -او ﻫﺮ ﻣﻨﻈﺮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ اﺧﺘﺼﺎر ﺗﺼﻮﻳﺮي ﺑڼﻪ ډﯦﺮه ﭘﻪ ﻓﻨﻲ ﻫﻨﺮ داﺳﯥ ورﻛړي ده -
ﭼﯥ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ دَ ﺳﻴﻦ ﻳﺎ دَ واﻗﻌﯥ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ ﻫﻴڅ اﺑﻬﺎم ﻳﺎ ﺗﻨﺪه ﻧﺸﻲ ﭘﺎﺗﯥ -راﺷﺊ ﭼﯥ دا
ﻻﻧﺪﯦﻨۍ ﺑﻠﻪ واﻗﻌﻪ ﻫﻢ اوګﻮرو ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻛﯥ دَ ﻣﻨﻈﺮﻧګﺎرۍ ﭘﻪ اړه څﻮﻣﺮه ﭘﻪ ﺧﭙﻞ اﺧﺘﺼﺎري اﻧﺪاز
ﻛﯥ ﻛﺎﻣﻴﺎب ﺷﻮى دى ؟
" دا دُﻧﻴﺎ زﻣﺎ ده او زه دَ دې ټﻮﻟﻲ ﻧړۍ ﻳﻮازﻳﻨﻰ ﺧﺪاى ﻳﻢ -دَ رﯦګ ﻣﻴﺪاﻧﻮﻧﻪ زﻣﺎ دي ،ﻏﺮوﻧﻪ زﻣﺎ
دي ..ﭘﻪ ﺳﺮ اﺳﻤﺎن او دﻻ ﻧﺪې دا ټﻮﻟﻪ ځﻤﻜﻪ زﻣﺎ ده او ....
ﻫﻐﻪ ﺑﻪ ﻟﻪ ﻗﻬﺮه ډك ﻧﻮر ﻧﻮر څﻪ وﺋﻴﻠﻮ ،ﭼﯥ دوې ښﺎﺋﺴﺘﻪ ﭘﯧﻐﻠﯥ دَ ﺷﺮاﺑﻮ ﻟﻪ ﺳُﺮاﻳﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ﻣﻮﺳﻜﺎ
ﻛﯥ ﭘﻪ درﺑﺎر راﻧﻨﻮﺗﻠﯥ او ﭘﻪ ﻳﻮه ﺻﻼح ﻳﯥ ﭘﻪ ﻟﻮړ ﻏږ ﻛﯥ ورﺗﻪ اووﺋﻴﻠﻮ..
-او ﻣﻮﻧږ ﻫﻢ ﺳﺘﺎ ﻳُﻮ اې دَ وﺧﺖ زوروره ﻓﺮﻋﻮﻧﻪ !!
ﻓﺮﻋﻮن دَ ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻛﺘﻠﻮ ورﺳﺘﻪ ﻳﻮ دم ﭼﭗ ﺷﻮ او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﻫﻐﻮئ ﺗﻪ ﭘﻪ ځﻴﺮ ځﻴﺮ ﻛﺘﻠﻮ ﻛﯥ ﻧﺮۍ
ﻣﻮﺳﻜﺎ ﭘﻪ ﺷﻮﻧډو څﻪ راﻏﻠﻪ ؟ ﭼﯥ ﭘﻪ درﺑﺎر ﻛﯥ ﻧﺎﺳﺘﻮ ﺳﺎه ﻧﻴﻮﻟﻮ ﺧﻠﻘﻮ ﻫﻢ ﺳﺘﺮګﻲ اورﭘﻮﻟﯥ او را
ژوﻧﺪي ﻏﻮﻧﺪې ﺷﻮﻟﻮ-
ﻓﺮﻋﻮن ﺑﻴﺮﺗﻪ دَ ﻛﯧﻨﺴﺘﻠﻮ ورﺳﺘﻪ ﭘﻪ درﺑﺎر ﻛﯥ ﻳﻮې ﺑﻠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ ﭼﯥ ﺳﺘﺮګﯥ ﻻ ﺳﻤﯥ ﻧﻪ وې ﻏړوﻟﯥ ،
ﭼﯥ درﺳﺖ درﺑﺎرﻳﺎن ورﺗﻪ ﭘﻪ ﺳﺠﺪو ﻛﯥ ﭘﺮﯦﻮﺗﻠﻮ او ﻫﻐﻪ وَ ﺟﻼد ﺗﻪ ورﻏږ ﻛړو..
-ﺳﻴﻨﻴﺞ ﻣﻪ وژﻧﻪ
ﺗﻮر ﺧﺮټ او ﺧﯧټﻮر ﺟﻼد ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎى ﺑﺎﻧﺪې ﺗﻢ ﻛﯧﺪو ورﺳﺘﻪ وَ ﻓﺮﻋﻮن ﺗﻪ ﭼﯥ څﻨګﻪ ﭘﻪ ﻣړو
اوﻛﺘﻠﻮ ،ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ورﺗﻪ ﺳﺮ ﭘﻪ اﺛﺒﺎت ﻛﯥ ښﻮروﻟﻮ ورﺳﺘﻪ وﺋﻴﻠﻮ..
-ﻧﻪ ګﻮرې ..ﭼﯥ دَ ﺳﻴﻨﻴﺞ ﺳﻮري ﻟُﻮڼﻲ دَ ده دَ ﺳﺮ ﺧﯧﺮ ﻏﻮاړي ؟ "
) ﺷﻮق "ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ " ...ﻓﺼﻞ _ ...١۴ﻣﺦ (٢٢۵
دا ﭘﻮرﺗﻨﻰ ﻣﻨﻈﺮ ﻫﻢ دَ ﻳﻮ ﻣﻜﺎﻟﻤﯥ دَ ﻻرې ﭘﻪ ډﯦﺮ اﺧﺘﺼﺎر ﻛﯥ دَ واﻗﻌﯥ وﺿﺎﺣﺖ ﻛﻮي -اوس ﻛﻪ ..
واﻗﻌﻪ ﻳﺎ ﻗﻴﺼﻪ ﭘﻪ ﻟﻨډو ﺧﺒﺮو ﻛﯥ واﺿﺤﻪ ﻛﯧږي ..ﻧﻮ وَ ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﻗﻴﺼﻮ او ﻧﻜﻠﻮﻧﻮ ﺗﻪ څﻪ ﺿﺮورت ؟ دا ﻫﻐﻪ
ﺳﻮال دى ﭼﯥ ﺷﺎﻳﺪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﯥ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ دَ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻟﺮي -او دﺋﻰ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دې ﺳﻮچ ﻛﯥ ﺻﺤﻴﺢ
ﻫﻢ ځﻜﻪ دى ﭼﯥ ﻧﻦ ﺳﺒﺎ وﺧﺖ ډﯦﺮ ﻛﻢ وي -ﺧﻠﻖ ﭘﻪ ﻟږ وﺧﺖ ﻛﯥ ډﯦﺮ څﻪ ﻛﻮل ﻏﻮاړي ..او دَ ﻧﻦ ډﻳﻤﺎﻧډ ﻫﻢ دﻏﻪ
دى -ﻳﻌﻨﯥ ﻫﺮ ﻟﻴﻜﻮال ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﺎر دي ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻫﺮ څﻪ ﭘﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﻧﻪ اوﺗﭙﻲ -ﺑﻠﻜﻪ ﺧﺒﺮه دي دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ
ﺷﺎن وړه ..ﺧﻮ ﺑﺎ ﻣﻄﻠﺒﻪ او ﭘﻪ ﻧﻮي اﻧﺪاز اوﻛړي -ﻧﻮ دﻏﻪ رﻧګﻪ ﺑﻪ ﭘښﺘﻮن ﻟﻴﻜﻮال ﻣﺤﻨﺖ ﻛﻮﻟﻮ ﺗﻪ ﺟﻮګﻪ ﺷﻲ او
ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﺑﻪ دَ ﻧﻮوْ ﻧﻮوْ ﺧﺒﺮو ﭘﻪ ﺗﻼش ﻛﻲ ﺑﻴﺎ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﻟﻮﻟﻲ ..اﻧﺸﺎاﷲ-
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ..ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﻗﻴﺼﯥ ﺗﻪ څﻨګﻪ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ اﻓﺴﺎﻧﻮي رﻧګ ﭘﻪ ډراﻣﺎﺋﻲ اﻧﺪاز
ورﻛﻮي -دﻏﻪ ﻫﻨﺮي ﻛﻤﺎل ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻧﺎول ﻛﯥ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﻏﻠﻰ دى -ﻣﻨﻢ ﭼﯥ دا دَ ﻳﻮ ﻟﻴﻜﻮال
دﭘﺎره ډﯦﺮ دَ ﻛړاوْ ﻛﺎر دى ..ﺧﻮ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ذوق ،ﺷﻮق ،ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺗﻲ او ﺗﻔﺮﻳﺤﻲ ﺿﺮورﺗﻮﻧﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﺳﺎﺗﻞ دَ
ﻳﻮ ښﻪ ادﻳﺐ ذﻣﻪ واري ﻫﻢ ده -او دﻟﺘﻪ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﻫﻢ ﺧﭙﻞ ﻓﻦ ﺗﻪ ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ ﺗﻔﺮﻳﺤﻲ او اﺻﻼﺣﻲ رﻧګﻮﻧﻪ
ﭘﻪ ډﯦﺮ اﻧﺼﺎف او ﺧﻮش اُﺳﻠﻮﺑﻲ ورﻛړي دي -ﺧﻮ زﻳﺎﺗﻪ ﺑﻪ ښﻪ وه ﻛﻪ ده دَ ﺧﭙﻞ ﻟﻴﻚ ﻃﺮز ﻟږ ﻧﻮر اﺳﺎن ﺳﺎﺗﻠﻰ
وى -داﺳﯥ ﺑﻪ دَ ﻳﻮ ﻋﺎم ﻗﺎري ﺧﻴﺎل ﻫﻢ ﺳﺎﺗﻠﻰ ﺷﻮى وو -ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ دَ دې ﺑﺎوﺟﻮد ﻣﻮﻧږ دې ﺗﻪ ګﻮﺗﻪ ځﻜﻪ ﻧﻪ ﺷﻮ
ﻧﻴﻮﻟﻰ ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺧﭙﻞ ﻳﻮ ﻧﻈﺮ او ﻣﻌﻴﺎر دى او ده دَ ﺧﭙﻞ ﻣﺨﺼﻮص ﻣﻌﻴﺎر دَ ﺑﺮﻗﺮار ﺳﺎﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻏﺮض
ﺷﺎﻳﺪ ﭘﻪ ﺷﻌﻮري ﺗﻮګﻪ دﻏﺴﯥ ﻛړي وي -دَ دې ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ دا وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ ﭼﯥ ﻛﻮم ﻣﻌﻴﺎر ده ﺧﭙﻞ ﻛړى دى ﻧﻮ دَ
ادب دَ ﻳﻮې ﻃﺎﻟﺒﻌﻠﻤﻲ ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ زه دا وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻢ ﭼﯥ دا ﺑﻪ دَ ﻫﺮ ﺑﺎﺷﻌﻮره ﭘښﺘﻮن ادﻳﺐ دَ ﺳﺒﺎ ﻣﻌﻴﺎر وي -او
ﭘﻪ ﻛﺎر ده ،ﭼﯥ دﻏﻪ رﻧګ ﻣﻌﻴﺎري ﺗﺨﻠﻴﻘﺎت ﭘﻪ ﻧﻮرو ژﺑﻮ ﻛﯥ ﺗﺮﺟﻤﻪ ﻛړى ﺷﻲ ﭼﯥ داﺳﯥ دَ دې ﺗﺨﻠﻴﻘﺎﺗﻮ ﻧﻪ
ﻧﻮر ﺧﻠﻖ ﻫﻢ ﺧﺒﺮ ﺷﻲ-
ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﺑﯥ ﺷﻤﯧﺮه اﻓﺴﺎﻧﯥ ،ډراﻣﯥ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﭘړاوْﻧﻮ ﻗﺎري ﻳﻮ ﻣﻨﻔﻲ ﻛﺮدار ) وﻟﻦ ( ﭼﯥ
ﺗﻬﺎﺋﻲ ﻟﯧﻨډ ﺳﺮه ﻳﯥ ﺗﻌﻠﻖ دى او ﺳﻮﭘﻴﺲ ﭘﻪ ﻧﻮم ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﺧﭙﻞ ﻛﺮدار ادا ﻛﻮي ..زﻳﺎت ﻛړى دى -څﻮﻣﺮه
ﭼﯥ ﺳﯧﻼﻧﻲ دَ ډاﻛټﺮ وﺳﺎ ﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﻛﻮي ..ﺳﻮﭘﻴﺲ دَ ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ ﻻره ﻛﯥ ﺧﻨډان اﭼﻮي -ﺧﻮ دَ دې ﻫﺮ څﻪ
ﺑﺎوﺟﻮد دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺳﻮﭼﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻛﺎﻣﻴﺎﺑﻪ ﺷﻲ -وﻟﯥ او څﻨګﻪ؟؟ دَ ﻗﺎري ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ دَ راﭘﻮرﺗﻪ ﺷﻮوْ دې
ﺳﻮاﻟﻮﻧﻮ ﭘﻪ ځﻮاب ﻛﯥ زه ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ دَ ﻳﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﯥ دا وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻢ ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ..ﻧﺎول ﻧګﺎر اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق ﭘﻪ ﻓﻨﻲ اﺻﻮﻟﻮ دَ ﺧﭙﻠﯥ ﻗﻴﺼﯥ دَ ژوﻧﺪ ﺧﺎرﺟﻲ او داﺧﻠﻲ ﻛړﻛﯧﭽﻨﻮﻧﻮ او ﻣﺴﻠﻮ ژوره ﻣﻄﺎﻟﻌﻪ ﻛړي ده او
ﺑﻴﺎ ﻳﯥ ﭘﻪ ډﯦﺮي ﻫﻨﺮي ﺳﻠﻴﻘﯥ ﺳﺮه ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ دَ ﻧﺎول ﻗﻴﺼﻪ ﺟﻮړه ﻛړي ده -او ﭘﻪ داﺳﯥ اﻧﺪاز ..ﭼﯥ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻧﺎول ﻛﯥ ﭘﻮخ ﻛﺎره ښﻜﺎري -ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺑﺎﻧﺪي اوﺗﯥ ﺑﻮﺗﯥ ..دَ ځﻴﻨﻮ ﻧﻮرو ﻗﻠﻤﻜﺎراﻧﻮ
ﭘﻪ ﺷﺎن ﻧﻪ ﺗﭙﻲ -ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﻛﻮم ادﺑﻲ ﻛﺎر ﻫﻢ ﻛړى دى ..ﺟﻮاز ﻳﯥ ورﺗﻪ ﭘﻴﺪا ﻛړى دى -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ
ادﺑﻲ ﻛﺎوﺷﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺗﻜﻨﻴﻜﻲ ﻧﻴﻤګړﺗﻴﺎوي ﻧﻪ ﺷﻲ ﻟﻴﺪﻟﻰ -
ﻳﻮ ﻧﺎول ﻧګﺎر ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﺎر دي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دي ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ دَ ﻗﻴﺼﯥ ﭘﻪ ﻣﻨﺎﺳﺒﺖ دَ ژوﻧﺪﺣﺎدﺛﺎت ،واﻗﻌﺎت ،
ﻣﺸﺎﻫﺪات ،ﺧﻴﺎﻻت ،اﻓﻜﺎراو ﺗﺠﺮﺑﺎت ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ اوﻟﺮي ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ ژﺑﻪ دي ﺑﻴﺎن ﻫﻢ ﻛړي ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ
ﻋﻮاﻣﻮ ژﺑﻪ وي -او داﺳﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﻛړي دي -ﻻﻛﻦ دَ ده ﻗﻴﺼﻪ ﻟږه ﻛړﻛﯧﭽﻨﻪ ﭘﻪ دې
ده ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﺎﺿﻲ ﺳﺮه دَ ﺣﺎل ﺗﻌﻠﻖ ﺟﻮړوﻟﻮ ﻫڅﻪ ﻛړي ده او ﻫﻐﻪ ﭘﻪ داﺳﯥ اﻓﺴﺎﻧﻮي او ډراﻣﺎﺋﻲ ﭘﯧﺮاﺋﻴﻪ
ﻛﯥ ...ﭼﯥ ﻳﻮ ﺑﯥ ﺳﻮاده ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ﭘﺮې ﻛﻢ ﭘﻮﻫﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﺧﻮ دا دَ ﻧﺎول ﻧګﺎر ادﺑﻲ ﻛﻢ ﻫﻤﺘﻲ ﻧﻪ ﺷﻲ ﺑﻠﻞ
ﻛﯧﺪى -وﻟﯥ ﭼﯥ دﻏﻪ ﻧﺎول ﻧګﺎر دَ ﻣﻌﻴﺎري ادب ﻳﻮ داﺳﯥ ﻣﺮﻳﺾ ښﻜﺎري ..ﭼﯥ ﭘﻪ رواﺋﻴﺘﻲ دﻋﺎګﺎﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې
ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ دواګﺎﻧﻮ رﻏﯧږي -ﻳﻌﻨﯥ ﻫﻐﻪ ..ﭘښﺘﻮ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دَ ﭘښﺘﻨﻮ ژﺑﻪ ګڼﻲ ﺑﻠﻜﻪ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ ﭘښﺘﻮ ..ﺧﻮاره
ﭘښﺘﻮ دَ ﺳﻴﺎﻻﻧﻮ ﺳﻴﺎﻟﻪ ﻫﻢ ګڼﻲ -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ..دا ﻟﯧﻮﻧﻰ ﺷﻮق ﻫـﺮﻛﻠﻪ دَ ﻧړﺋﻴﺰ ادب ﺳﺮه دَ ﻣﻘﺎﺑﻠﯥ ﭘﻪ ﻧﻴﺖ ﻟﻴﺪى
ﺷﻲ -دَ دې ﺧﺒﺮي ﺛﺒﻮت ﻣﻮﻧږ ﺗﻪ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﻫﻢ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﻛﻴږي -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ دَ واﻗﻌﺎﺗﻮ ﺳﺮه ﺗړﻟﻲ ﻗﻴﺼﯥ او اﻓﺴﺎﻧﯥ دوﻣﺮه ﭘﻪ دﻟﭽﺴﭙۍ وړاﻧﺪي ﻛړي
دي ..ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺑﻴﺎﻧﻴﻪ او ﻣﻜﺎﻟﻤﺎﺗﻲ اﻧﺪاز ﻛﯥ ﻫﻴڅ ﻗﺴﻢ اﺑﻬﺎم ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻧﻪ راځﻲ -دَ ﻫﻐﻪ ﻟﻬﺠﻪ او ژﺑﻪ ﻛﻪ څﻪ
ﻫﻢ ﻟږ ډﯦﺮه ﻋﻼﻣﺘﻲ اﻧﺪاز ﻟﺮي ..ﺧﻮ دَ ﺧﻮږﻟﺖ دَ وﺟﯥ ﺗﺠﺮﻳﺪي اﺷﻜﺎل ﻳﺎ ﺑﯧﺨﻲ زﻳﺎت ﻣﻌﻨﻮي ﻣﺸﻜﻼت ﻣﺨﯥ
ﺗﻪ ﻧﻪ راوړي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻠﻪ دﻏﻪ ﻗﻴﺼﻪ ﭘﻪ ﻣﻨﻄﻘﻲ اﻧﺪاز ﺳﺮ ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه داﺳﯥ ژﺑﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ
اﺳﺘﻌﻤﺎل ﻛﯥ راوړي ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻋﺎم ﻓﻬﻤﻪ ده او ﭘښﺘﻨﻲ ﻣﺤﺎوراﺗﻲ ﺑڼﻪ ﻟﺮي -ﺧﻮ دَ دې ﻧﻪ ﻋﻼوه ﻫﻢ دَ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ
ژﺑﻪ ﭘﻪ ﻣﻌﻨﻮي اﻋﺘﺒﺎر ﺳﺎدګﻲ ﻧﻪ ﻟﺮي -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻣﻌﻴﺎر ﺳﺎﺗﻠﻮ ﭘﻪ ﻏﺮض ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﺧﭙﻞ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ
اّزﻣﺎﺋﺶ ﻛﯥ ﻫﻢ ﺳﺎﺗﻲ -ﺧﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ دَ ﻫﻐﻪ دَ دې ﻓﻜﺮي ﻫﻨﺮ ﻧﻪ اوس ښﻪ ﺑﻠﺪ ﺷﻮي دي -څﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې
ﻧﺎول ﻛﯥ وﺋﻴﻞ ﻏﻮاړي ..ﻫﻐﻪ ﻫﺮڅﻪ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ دَ ﻓﻬﻢ او ﺳﻤﺠﻬـ ﭘﻪ داﺋﺮو ﻛﯥ ښﻜﺎري -ﺧﻮ ﺷﺮط دا ،ﭼﯥ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﻋﺎم ﻓﻬﻤﻪ ..ﻳﺎ ﺳﻄﺤﻲ ﻓﻜﺮ او ﺳﻮچ ﻟﺮوﻧﻜﻲ ﻧﻪ وي -
ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮې ﻛﯥ ﻫﻴڅ ﺷﻚ ﻧﻪ ﭘﺎﺗﯥ ﻛﯧږي ﭼﯥ دروغ ...ﻧﻦ ځﻤﻮﻧږ دَ ﻣﻌﺎﺷﺮې ﺗﺮ ټﻮﻟﻮ ﻟﻮﺋﻰ رﻳښﺘﻴﺎ
ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻲ -دروغ وﺋﻴﻞ ..دروغ ﻟﻴﻜﻞ او اورﯦﺪل ﻧﻦ ادﺑﻲ ﻓﻦ ګڼﻠﻰ ﺷﻲ -ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ رﻳښﺘﻮﻧﻰ ﻧﺎول
ﻧګﺎر ﺳﯧﻼﻧﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دا ﺧﺒﺮه ﺣﻘﻴﻘﺖ ﺗﻪ رﺳﻮل ﻏﻮاړي ..ﭼﯥ دَ ﻣﻌﺮوﺿﻮ ﺑﺪﻟﻮن ،دراﺻﻞ ﻛﯥ دَ
ﻣﻮﺿﻮﻋﺎﺗﻮ ﺑﺪﻟﻮن وي -او ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت دَ وﺧﺖ ﺳﺮه ﺳﺮه زﯦږوﻧﯥ ﻛﻮي -ﻳﻌﻨﯥ ﻧﺎول ﻧګﺎر ﻳﻘﻴﻦ ﻟﺮي ،ﭼﯥ دَ
اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ګﯧﺮ ﭼﺎﭘﯧﺮه ﻣﺎﺣﻮل دوﻣﺮه ﭘﻪ ﺗﺎدۍ ﻧﻪ ﺑﺪﻟﯧږي ..ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﭘﻪ ﺗﯧﺰۍ ﺑﺎﻧﺪې دَ ﻫﻐﻮئ اﺣﺴﺎﺳﺎت او
ﺳﻮﭼﻮﻧﻪ ﺗﻐﻴﺮ ﺳﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛﯧږي -ﻧﻮځﻜﻪ ﺧﻮ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق اﻧﺪروﻧﻲ ﻛﯧﻔﻴﺎت دَ ﻣﻮﺟﻮده ﻣﺎﺣﻮل ﻧﻪ ﻣﺦ ﻣﺨﺘﻪ
ﻳﻮُن ﻛﻮي -او دﻏﻪ رﻧګﻪ ﻫﻐﻪ ﻏﻮاړي ﭼﯥ زﻣﺎﻧﻪ دي دَ ده ﭘﻪ ﻧﻘﺶ ﻗﺪم رواﻧﻪ وي -وﻟﯥ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﺧﭙﻞ ذات او
ﺧﭙﻞ ﺑﯥ ﺳﻮاده ﻗﺎم ژوﻧﺪون دَ ﻧﻮرو ﻣﺨﺘﻪ وﺗﻮ ﻗﺎﻣﻮﻧﻮ ﺳﺮه ﭘﻪ ﺳﻴﺎﻟۍ ﻛﻮﻟﻮ ﻛﯥ ګﻮري -ﻫﻢ دﻏﻪ وﺟﻪ ده ..ﭼﯥ
ﻫﻐﻪ ﭘﻪ وړو ﺧﺒﺮو ﻛﯥ ﻟﻮﺋﻰ ﻓﻜﺮوﻧﻪ داﺳﯥ ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ او اﻓﺴﺎﻧﻮي اﻧﺪاز ﻛﯥ وړاﻧﺪې ﻛﻮي ..ﭼﯥ ﭘښﺘﺎﻧﻪ
ورﺗﻪ ﺣﻖ ﺑﻖ ﭘﺎﺗﻪ ﺷﻲ -دا ﻫﻐﻪ ﻃﺮزﺑﻴﺎن دى ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﯥ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﻫﻢ دَ ﺧﭙﻠﻮ ﻣﺨﺘﺼﺮو ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ
ﭘﻪ رﻧګﻪ اﺳﺘﻌﻤﺎﻟﻮي -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﭘﻪ دې ﻧﺎول دَ ﭘﻮﻫﯧﺪﻟﻮ دﭘﺎره زﻳﺎت وﺧﺖ ،ډﯦﺮ ﻏﻮر و ﻓﻜﺮ او ﺷﻌﻮري
ادراك ﻧﻪ ﻛﺎر اﺧﻴﺴﺘﻞ ﭘﻪ ﻛﺎرﯦږي -
ﻣﺎ دَ ﺧﭙﻞ ﺗﻨﻘﻴﺪي اﺳﺘﻌﺪاد دَ ﻣﺨﯥ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻮ ..ﻫﻮﻣﺮه ﺟﺎﺋﺰه ﻣﯥ دَ دې ﻧﺎول " ﭘﺮوﻧﻲ
ﻣﺨﻮﻧﻪ " ﭘﻪ اړه وړاﻧﺪې ﻛړه -ﻧﻮر ګﻮره ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻧﺎول ﻛﯥ ﻻ ﺧﻮ څﻪ څﻪ ﺷﺘﻪ؟ دا ﺑﻪ وﺧﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ ﻧﻘﺎدان
راﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻛﻮي -او ﭘﻪ اّﺧﺮ ﻛﯥ زه دا دﻋﺎ ﻛﻮم ﭼﯥ اﷲ ﭘﺎك دي دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق او ﭘښﺘﻨﻮ ﺗﺮ ﻣﻴﺎﻧځﻪ دَ ﻓﻜﺮي
ﻓﻬﻢ اوږدې ﻻري ﭘﻪ دې ﻧﻴﺖ ﻟﻨډي ﻛړي ..ﭼﯥ ﭘښﺘﻮ ﭘﻪ ګډه ﻣﺨﺘﻪ ﺑﻮځﻲ -اﻣﻴﻦ ﺛﻤﻪ اﻣﻴﻦ
ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ
ﻛﺎﻛﺎ ﺻﺎﺣﺐ ..ﺗﺤﺼﻴﻞ او ﺿﻠﻊ ﻧﻮښﺎر
« ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ «
" .........ځﻤﻮﻧږ دې ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ ﺣﻘﺎﺋﻖ ﻟﻴﺪﻟﻲ او ﺗﺴﻠﻴﻢ ﻛړي ﻫﻢ دي ﺧﻮ ﻟﻬﺠﻪ او روﻳﻪ ﻳﯥ ﺑﯧﺠﺪه ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ
ده -اﺣﺴﺎس او ﺷﻌﻮر ﻳﯥ دَ ﻓﻠﺴﻔﻲ دى ﺧﻮ ﻧﻈﺮ او ژﺑﻪ ﻳﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ ده -دﻟﻴﻞ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺣﻖ دى ﺧﻮ ﺗﺨﻴﻞ ﻳﯥ
ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ دى -ﭼﯥ روﻣﺎﻧﻮي ﻃﺮز اﻇﻬﺎر او رﻣﻮز و اﺳﺮار ﻟﺮي -وﻟﯥ دَ دې ﻫﺮ څﻪ ﺑﺎوﺟﻮد ﻫﻢ دَ اﻧﺎ ﭘﺮﺳﺘۍ،
ﺧﻮدﭘﺴﻨﺪۍ ،اﺣﺘﺠﺎج او ﺑﻐﺎوت ﻏﯧﺮ ذﻣﻪ داراﻧﻪ ﻧﻌﺮو او دَ ﺟﺬﺑﺎﺗﻴﺖ او اذﻳﺖ ﻏﯧﺮ ﺿﺮوري ﻛﯧﻔﻴﺎﺗﻮ ﻧﻪ ﺑﭻ
ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮى دى -دا ﺳﯧﻼﻧﻰ ﺷﺎﻋﺮ ﭼﯥ ﭼﺮﺗﻪ ﺗﻠﻰ دى ،ﺧﭙﻞ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﺣﺲ او ﻧﻈﺮ ﻳﯥ دَ ښﺎﺋﺴﺖ ﻏﯧږه ﻛﯥ
ﻏﻮرځﻮﻟﻰ دى -او دَ ﻣﻴﻨﯥ ﭘﻪ ﻏږ ﻳﯥ ﭘﺎﺳﻮﻟﻰ دى -دا ﻫﻢ ﺣﻘﻴﻘﺖ دى ﭼﯥ دې ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ دَ ښﺎﺋﺴﺖ ﭘﻪ
ﺳﺘﺎﺋﻴﻨﯥ او دَ ﻣﻴﻨﯥ ﭘﻪ څﺮګﻨﺪوﻧﯥ ﻛﯥ ﺑﺨﻴﻠﻲ ﻳﺎ ﻛﻨﺠﻮﺳﻲ ﻧﻪ ده ﻛړي -ﻫﺮ ﭼﺮﺗﻪ ﻳﯥ دَ ﺣﺴﻦ ﻧﻪ ﻓﯧﺾ ﻣﻮﻧﺪﻟﻰ
دى او ﻫﺮ ﭼﺎ ﺗﻪ ﻳﯥ دَ ﻣﻴﻨﯥ ﺗﺎوْ رﺳﻮﻟﻰ دى -او دَ ژوﻧﺪ ﺳﺎز ﻳﯥ ﻏږوﻟﻰ دى -ﭘﻪ ﻓﻦ ﻛﯥ ﻳﯥ دَ ژوﻧﺪ ﺣﻘﻴﻘﺘﻮﻧﻮ
ﺗﻪ ﻳﻮ روﻣﺎﻧﻮي ﭘﯧﻜﺮ او روﻣﺎﻧﻮي ﺗﺼﻮراﺗﻮ ﺗﻪ دَ ﻳﻮ ﺣﻘﻴﻘﻲ ﻧﻈﺮ ورﻛﻮﻟﻮ ﻫڅﻪ ﻛړى ده -او دﻏﯥ ﻫڅﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ
دَ ﻓﻦ ﻛﯧﻨﻮس ﻧﻮر ﻫﻢ وﺳﻴﻊ ﻛړى دى"
) ﺳﻠﻴﻢ راز _ " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻣﺦ _ 17او (18
ــــــــــ
" .........ﭘﻪ راﺗﻠﻮﻧﻜﯥ ﻛﻬﻮل ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺧﭙﻠﻪ څﯧﺮه ﻫﻢ ﻟﺮي او دَ ﺧﭙﻞ اﻧﻔﺮادﻳﺖ ﭘﻪ ﻗﺎﺋﻤﻮﻟﻮ ﻛﯥ ﺑﻮﺣﺖ
ﺷﺎﻋﺮ ﻫﻢ دى -ﭘﻪ ﻏﺰل ﻛﯥ دَ ده ﺷﻌﺮي رﻧګ دَ ﻓﻜﺮي اﺛﺒﺎﺗﻴﺖ رﻧګ دى -ﺧﻮ زﻣﺎ ﭘﻪ ﻧﻴږدې دﺋﻰ دَ ﻧﻈﻢ او ﭘﻪ
ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ دَ ﻣﺨﺘﺼﺮ ﻧﻈﻢ ﺷﺎﻋﺮ دى -دَ ده ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ ﭘﻪ اﺧﺘﺼﺎر ﻛﯥ ﺗﻔﺼﻴﻞ ﻫﻢ ښﺎﺋﻲ او دَ ده دَ ﻓﻜﺮ ﭘﻪ ﺗﺠﺮﺑﯥ
ﻛﯥ ..دَ ﺗﺠﺮﺑﯥ ﺑﻴﺎن ﻫﻢ -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت ﻟﺮي -او ﻛﺎﺋﻨﺎت ﻳﯥ ﻣﻮﺿﻮع دى ﺧﻮ ﻟﻄﻴﻒ او ﺧﻮاږه
اړﺧﻮﻧﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺗﺮ ﺑﺤﺚ ﻻﻧﺪې وي -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق زﻣﺎ ﭘﻪ ﻧﺰد دَ ﻧﻈﻢ او ﭘﻪ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ﻫﻢ دَ ﻣﺨﺘﺼﺮ ﻧﻈﻢ ﺷﺎﻋﺮ دى -
دﻟﺘﻪ دَ ده ﻛړاوْ ،ﻓﻜﺮي وﺣﺪت او دَ ﻣﻮﺿﻮع ﺗﻔﺼﻴﻞ زﻳﺎت ﭘﺮﻟﻪ ﭘﻮري ﻟﻴﺪه ﺷﻲ "
) ﭘﺮوﻓﯧﺴﺮ رﺑﻨﻮاز ﻣﺎﺋﻞ _ " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" ﻣﺦ _ 9ﺗﺎ (11
ــــــــــ
" .........ﺧﻮ دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﺑﻪ ﭘﻴﺮان زوره ور وْ ..ﻳﺎ ﺑﻪ دَ اﷲ ﺗﻌﺎﻟﻰ ﭘﻴﺮزوﺋﻴﻨﻪ وه ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﻛﯥ داﺳﯥ ﻧﻮى ﻛﻬﻮل
راﭘﻴﺪا ﺷﻮ ﭼﯥ ﻧﻪ ﻳﻮازي ﺑﻪ دَ ﺑﺎﺑﺎګﺎﻧﻮ وﻳﺎړﻟﻰ ﺗﺎرﻳﺦ دَ ﺧﻮﻧﺪي ﺳﺎﺗﻠﻮ ذﻣﻪ وﻫﻲ ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻧﻮري ﻧړۍ ﺳﺮه ﺑﻪ ﻳﯥ
ګﺎم ﭘﻪ ګﺎم ﭘﺮ ﻣﺦ ﺑﻴﺎﻳﻲ -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻫﻤﺪﻏﻮ اﺳﺘﺎزو ﭘﻪ ﺻﻒ ﻛﯥ وﻻړ ﻟﻴﻜﻮال دى -ده ښﺎﻏﻠﻲ ،دَ ادﺑﻴﺎﺗﻮ
ﭘﻪ ډوﻻ ډول ﻧﻮﻋﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ﺑﺮﻳﺎﻟﻴﺘﻮب ﻗﻠﻢ ﭼﻠﻮﻟﻰ دى -ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻳﯥ ﭘﻪ ﭘښﺘﻨﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ ﻧﺎﻣﯥ دي ﭼﯥ ان زﻣﺎ
ﭘﻪ ﺷﺎن ﺳﺨﺖ درﻳځﻲ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﻫﻢ ﺧﻮﻧﺪ ﭘﺮ اﺧﻴﺴﺘﻰ دى -ﺗﺼﻮﻳﺮوﻧﻪ ﻳﯥ ﺻﻔﺎ ،راڼﻪ او ﭘﺮ واﻗﻌﻴﺖ وﻻړ
دي -ﻳﺎد ﻣﻲ ﺷﻲ ﭼﯥ دَ ﭘﻴښﻮر ﭘﻪ ﻳﻮه ﻋﺎﻟﻤﻲ ﻛﺎﻧﻔﺮاﻧﺲ ﻛﯥ ،ﭼﺎ ﻣﻨﻜﺮ ﭘﻪ ) اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل ( ﻧﻴﻮﻛﻪ ﻛﻮﻟﻪ ﭼﯥ دَ
ﺑﻨﻜﺎك ﺣﺎﻻت ﻳﯥ ﭼﯥ ﺑﻴﺎن ﻛړي ،ﻫﻐﻪ دَ ﭘښﺘﻨﻲ ﻣﻌﺎﺷﺮې ﺧﻼف دي -ﻣﺎ ورﺗﻪ اووﻳﻞ ﭼﯥ ﺷﻮق ﺧﻮ څﻪ ﭘښﻴﻦ
ﻳﺎ ﻟﻮراﻻﺋﻲ ﻣﻨﻈﺮﻛﺸﻲ ﻧﻪ ده ﻛړي -ﺑﻨﻜﺎك ﻫﻤﺪا ﺷﺎن دى ﭼﯥ ده ﺳﺘﺎﻳﻠﯥ -ﺳړى اﺳﺘﻮئ ﺑﻨﻜﺎك ﺗﻪ ..ﺗﻤﻪ ورﻧﻪ
دَ ﻟﻮراﻻﺋﻲ ﻛﻮئ -ﭘﻪ دوو ﻧﻮرو ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻫﻤﺪاﺳﯥ ،واﻗﻌﻴﺖ ﺗﻪ وﻓﺎدار ﭼﻠﯧﺪﻟﻰ دى -دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق
ﭘﻪ ﻗﻠﻢ دي ﺑﺮﻛﺖ ﺷﻲ ﭼﯥ داﺳﯥ ﻣﻠﻐﻠﺮې ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻗﺎم ﻟﻮروي"
) ﺳﻌﺪاﻟﺪﻳﻦ ﺷﭙﻮن _ " ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ " وړﻣﺒۍ دﻳﺒﺎﭼﻪ _(2006
ــــــــــ
" .........ښﺎﻏﻠﻰ ﻟﻴﻜﻮال او ﺷﺎﻋﺮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻮري دَ ﻳﻮ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﻟﻴﻜﻮال ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ دَ ﻳﻮﻧﻠﻴﻜﻮﻧﻮ ډﯦﺮي
ﭘﻪ زړه ﭘﻮري ﺑﯧﻠګﯥ ﭘښﺘﻨﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮاﻟﻮ ﺗﻪ وړاﻧﺪې ﻛړي دي -ﺧﻮ دا دى دا ځﻞ دﻏﻪ دَ ﻧړۍ دَ ﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮ ﺑﺮﺧﻮ دَ
ﻟﻴﺪﻟﻮ ﺷﻮﻗﻲ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﭘښﺘﻮن ﻟﻴﻜﻮال دَ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻧﺎول ﻟﻴﻜﻠﻮ ﺗﺎﺑﻴﺎ ﻛړي ده ﭼﯥ ﻫﻢ دَ ﻧړۍ ﻟﻪ ﻧﻨﺪارو ﺳﺮه ﺗړﻟﻰ
دى ،ﻫﻢ دَ ﻣﻴﻨﯥ ﻟﻪ ﻛﻴﺴﻮ ﺳﺮه ،ﻫﻢ دَ ﺑﯧﻼ ﺑﯧﻠﻮ ﻛﻠﺘﻮروﻧﻮ ﻟﻪ ﭘﯧﮋﻧﺪﻧﯥ ﺳﺮه او ﻫﻢ ﻟﻪ ﻫﻨﺮ ﺳﺮه ،ﻟﻪ ﻛﻴﺴﯥ او
داﺳﺘﺎﻧﻲ ﭘﻪ زړه ﭘﻮري ﺑﻴﺎن ﺳﺮه -دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻏﻪ ﻧﺎول ډﯦﺮي ښﯧګڼﯥ ﻟﺮي -دَ ﻳﻮ ښﻪ ﻧﺎول ډﯦﺮي زﻳﺎﺗﯥ
ﺧﻮﺑۍ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ ﺧﻮﻧﺪي ﻛړي دي " -ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ" ﻳﻮ ډﯦﺮ ﺧﻮږ ﻧﺎول دى او ﭘﻪ داﺳﯥ ﺑڼﻪ ﻛښﻞ ﺷﻮى دى ﭼﯥ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ ﭘﻪ ﭘﺮﻟﻪ ﭘﺴﯥ ﺗﻮګﻪ دَ ځﺎن ﭘﻪ ﻟﻮر ﻛﺸﻮي او ﻧﻪ ﻳﯥ ﭘﺮﯦږدي ﭼﯥ دَ ﭘﺎﺗﯥ ﺑﺮﺧﯥ ﻟﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ﻳﯥ ﺗﯧﺮ
ﺷﻲ -او دا دَ ﻳﻮ داﺳﺘﺎﻧﻲ اﺛﺮ ﻣﻬﻤﻪ ﺧﻮﺑﻲ ده او ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ژﺑﻪ دَ داﺳﯥ ﭘﻪ زړه ﭘﻮري اّﺛﺎرو ﻛښﻠﻮ او
ﺧﭙﺮﯦﺪﻧګ ﺗﻪ ډﯦﺮه اړﺗﻴﺎ ﻟﺮو -دا دَ ژﺑﯥ دَ ﺷﺘﻨۍ او اﻫﻤﻴﺖ ﻧښﯥ ﻧښﺎﻧﯥ دي"
) زرﻳﻦ اﻧځﻮر _ " ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ " دوﻣﻪ دﻳﺒﺎﭼﻪ _(2006
ــــــــــ
" .........ﺧﺼﻮﺻﺎً دَ ﻫﻐﻪ ﻣﺨﺘﺼﺮ ﻧﻈﻢ ډﯦﺮ ارزښﺘﻨﺎك دى -ﺣﻘﻴﻘﺖ دا دى ﭼﯥ دَ ارواښﺎد اﻳﻮب ﺻﺎﺑﺮ راﭘﺲ ښﻪ
او ﻣﻌﻴﺎري اّزاد ﻧﻈﻢ ﻟﻴﻜﻞ ډﯦﺮ ﻣﺸﻜﻞ ﻛﺎر دى ،ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﺼﺮ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﻓﻜﺮ ،ﺧﻴﺎل
او ﻣﻮﺿﻮع دَ اﻇﻬﺎر او اﺑﻼغ ﻛﻮم ﻛﻮﺷﺶ ﻛړى دى ،ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻞ رﻧګ ،اّﻫﻨګ ،ﺧﻮﻧﺪ او ﺗﺎﺛﻴﺮ ﻟﺮي -دَ ده اﺻﻞ
ﺧﻮﺑﻲ دا ده ،ﭼﯥ دَ ده ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﺑﺎﻧﺪې دَ ﻫﻴڅ ﺷﺎﻋﺮ اُﺳﻠﻮب ﺣﺎوي ﻧﻪ ښﻜﺎري -ﺑﻠﻜﻪ داﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮﯦږي ﭼﯥ
اﻓﻀﻞ ﺧﭙﻞ اﻇﻬﺎر ﭘﻪ ﺧﭙﻞ اﻧﺪاز او اﻟﻔﺎظ ﻛﯥ ﻛﻮي -دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮي ﻛﯥ ﺑﻨﻴﺎدي ﻣﻮﺿﻮع ښﻜﻼ او
دَ ښﻜﻼ ﻟټﻮن دى -ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺣﺴﻦ ﻧﻪ ﻣړﯦږي -دَ ﻫﻐﻪ ﺟﻤﺎﻟﻴﺎﺗﻲ ﺗﻨﺪه دوﻣﺮه زﻳﺎﺗﻪ ده ﭼﯥ دَ اﻟﻄﺎف ﺣﺴﯧﻦ ﺣﺎﻟﻲ دَ
" ﻫﻰ ﺟﺴﺘﺠﻮ ﻛﻪ ﺧﻮب ﺳﯥ ﺧﻮب ﺗﺮ ﻛﻬﺎن " ﻏﻮﻧﺪې ﻣﺴﻠﺴﻞ ﺗﻼش ﭘﻪ ﻣﺮﺣﻠﻪ ﻛﯥ ښﻜﺎري -اﻣﻜﺎن ﻟﺮي ﭼﯥ
دا ﻣﺠﺎزي ﻣﻴﻨﻪ ﻳﯥ ﺣﻘﻴﻘﻲ ﻣﻴﻨﻪ اوګﺮځﻲ "
) ﺳﻌﻴﺪ ګﻮﻫﺮ " -ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻣﺦ _ 25او (26
ــــــــــ
" .........ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﭼﯥ ﭘﻪ ژوﻧﺪاﻧﻪ ﻛﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺳﻔﺮ وي ..دَ " ﻫﻐﯥ" ﭘﻪ ﺗﻜﻞ ﻛﯥ ﺳﺮګﺮداﻧﻪ ګﺮځﻲ -دَ ﺧﭙﻞ ﻓﻜﺮ
او ﭘﻪ دﺷﺘﻮﻧﻮ ښﺎروﻧﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ او ﭘﻪ ښﻜﺎره ﻫﻢ دَ دﻏﯥ " ﭘﯧﻜﺮ" ..دﻏﯥ " ښﺎﭘﯧﺮۍ" ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛﻮﻟﻮ او دَ ﻣﻮﻧﺪﻟﻮ
ﻫڅﯥ ﻛﻮي -ډﯦﺮ ﻣﺨﻮﻧﻪ اووﻳﻨﻲ او ﻳﻘﻴﻦ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻫﺮ ﻣﺦ راﺷﻲ ..ﭼﯥ دا ﻫﻢ " ﻫﻐﻪ" ده -ﺧﻮ دا د ﻳﻘﻴﻦ اوﺑﻪ ﻳﯥ
ﺳﺮاب اوﺧﯧږي او دَ ﻣﻴﻨﯥ ﺗﻨﺪه ﻳﯥ ﻣﺎﺗﻪ ﻧﺸﻲ -او ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ دَ وﻳﻨﺎ ﻣﻄﺎﺑﻖ " دَ ﺳﻠﻮ ﻳﺎر" ﺷﻮ -ﻛﻪ زه ﺧﻄﺎ
ﺷﻮى ﻧﻪ ﻳﻢ -ﻧﻮ دَ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ټﻮل ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ ﭘﻪ روزﻣﺮه او ﺳﺎده اﻟﻔﺎﻇﻮ ﻛﯥ دي ﺧﻮ ﻋﻼﻣﺘﻲ رﻧګ ﻟﺮي او ژور
ﻣﻔﻬﻮم ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘﺮوت دى -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ دَ اﻣﻦ او ﺳﻮﻛﺎﻟۍ ﭘﻪ ارﻣﺎن دى -ﭼﺮﺗﻪ ﭼﯥ دَ ﻣﻴﻨﯥ ټﻮل ﻋﻤﺮي
ﭘﺴﺮﻟﻰ وي ..زور ﻇﻠﻢ ﻧﻪ وي ..اﺳﺘﺤﺼﺎل ﻧﻪ وي -ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻲ ،ﺳﻮﻛﺎﻟﻲ وي -دﻏﻪ څﯧﺮه ده ﭼﯥ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ
ﻳﯥ ﭘﻪ ﻟټﻮن ﭘﺴﯥ اوس ﻫﻢ ﺧﭙﻞ ﻛﻮﺷﺶ ﺟﺎري ﺳﺎﺗﻠﻰ دى -او دَ ﻣﺎﻳﻮﺳۍ ښﻜﺎر ﺷﻮى ﻧﻪ دى -دﻏﻪ څﯧﺮه دَ
اﻣﻦ ښﺎﭘﯧﺮۍ ،دَ اﻣﻦ ﻧﺎوې ده -ﻟﻴﻚ ﻳﯥ ﺟﺮﺗﻤﻨﺪاﻧﻪ او ﺑﯧﺒﺎﻛﻪ دى"
) اﻛﺮام اﷲ ګﺮان _ " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻣﺦ _ 28ﺗﺎ (31
ــــــــــ
" .........اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺳﻬﯧﻠﻲ ﭘښﺘﻮﻧﺨﻮا ﻳﻮ ﻧﺎﻣﺘﻮ او ﻣﺨﻮر ﺷﺎﻋﺮ دى -ﺧﭙﻞ اﻧﺪاز ،ﺧﭙﻞ اُﺳﻠﻮب او ﺧﭙﻞ ﻳﻮ
ﻓﻜﺮ ﻟﺮي -دَ ده ﻧﻮم دَ ﻧﻮي ﻛﻬﻮل دَ ﻟﻮﻣړي ﻗﻄﺎر ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻮاﻟﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ وﻳﺎړ اﺧﻴﺴﺘﻞ ﻛﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﻧﻈﻢ
ﺑﺎﻟﺨﺼﻮص ﻟﻨډ ﻧﻈﻢ دَ ده دَ ﺧﻮښﯥ ﻣﻴﺪان دى ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﻣﺎﻓﻲ ﺿﻤﻴﺮ دَ اﻇﻬﺎر دَ ﭘﺎره ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﻛړى دى -دَ
ﻓﻜﺮ ژورﺗﻴﺎ او دَ ﺧﭙﻞ ﭼﺎﭘﯧﺮﭼﻞ دَ ﻣﺴﺎﺋﻠﻮ ﻛﺘﻨﻪ او ﻣﺨﺘﻪ راوﻳﺴﺘﻞ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺷﺎﻋﺮۍ ﺧﺼﻮﺻﻴﺖ دى -
ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﻧﻈﻢ او ﻏﺰل ﺟﻼ ﺟﻼ ﻣﻴﺪاﻧﻮﻧﻪ دي -ﻻﻛﻦ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې دواړو ﻣﻴﺪاﻧﻮﻧﻮ ﻛﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﻓﻜﺮ
اّس ﺑﺮاﺑﺮ ځﻐﻠﻮﻟﻰ دى"
) ﺳﺮور ﺳﻮداﺋﻲ _ " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" وړﻣﺒﻰ ﻓﻠﯧﭗ _ (1987
ــــــــــ
" .........اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﻮ ښﻜﻠﻰ ﺷﺎﻋﺮ دى -دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﺧﺎﺻﻜﺮ ﻧﻈﻢ ډﯦﺮ ﺧﻮږﻟﺖ او ﺗﺎﺛﻴﺮ ﻟﺮي -دَ ﻫﻐﻪ
ﻧﻈﻢ ﺟﺪﻳﺪ دى او ﻫﻐﻪ دَ ﻛﻼﺳﻴﻜﻲ او ﺟﺪﻳﺪ ادب ډﯦﺮه ﭘﻪ ﺳﻨﺠﻴﺪګۍ او ژور ﻧﻈﺮه ﻣﻄﺎﻟﻌﻪ ﻛړي ده -ﭘﻪ ﻏﺰل
ﻛﯥ ﻳﯥ دَ ﺗﻐﺰل زور او ﺷﺴﺘګﻲ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﻌﺮي ﻟﺐ وﻟﻬﺠﻪ ﻛﯥ زړې او ﻧﻮي اﺳﺘﻌﺎرې ﭘﻪ
ﻫﻨﺮي اﻧﺪاز ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﺣﻘﻴﻘﻲ ﻋﺸﻖ او دَ دې اﻧﺘﻬﺎ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ډﯦﺮ اﺷﻌﺎر ﻣﻮﺟﻮد دي -دَ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺷﻮق اﻧﺘﻬﺎ او دَ ﻫﻐﻪ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻏﺮور او ﻟﻪ ﻣﺤﺒﻮب ﻧﻪ ﻛړي ګﻴﻠﯥ او ﺷﻜﻮې او دَ ﻫﻐﻪ ﻣﺤﺒﻮب دَ
ﻟټﻮﻟﻮ ﺟﻨﻮن ﺑﻪ ﻫﻐﻪ ﺿﺮور ﭘﻪ ﻧﻮرو ﺷﻌﺮوﻧﻮ ﻟﻴﻜﻮﻟﻮ ﻣﺠﺒﻮروي " -
) راﺷﺪ ﻛﻨډي _ ﻛﺘﺎب " اﻓﻀﻞ ﺷﻮق اﻳﻚ ﺷﺨﺼﻴﺖ ..اﻳﻚ ﺗﺎﺛﺮ" ﻣﺦ 21او (23
ــــــــــ
" .........ښﺎﻏﻠﻰ اﻓﻀﻞ ادب دَ ﻟﻴﻼ ﻣﺌﻴﻦ دى او دَ ﻣﻴﻨﯥ ﭘﻪ دښﺘﻪ ﻛﯥ ﻳﯥ دَ ﺷﻮق ﻛﯧږدۍ ﺧﻮره ﻛړي ده -ﭘﻪ دې
دښﺘﻪ دَ ښﻜﻼ ﻗﺎﻓﻠﯥ ځﻲ او راځﻲ او ﺷﻮق دَ ښﻜﻼ ﻛﺮﺷﻤﯥ ﺗﺮې راټﻮﻟﻮي -ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﺧﻮ دَ ﺷﻌﺮ دَ ﭘﺮۍ دَ ﻏﺎړي
اﻣﯧﻞ ﺗﺮې داﻧﻪ واﻧﻪ ﻛﯧږي او ﺷﻮق ﭘﻪ ډﯦﺮ ﺷﻮق دَ ﺷﻠﯧﺪﻟﻲ اﻣﯧﻞ داﻧﻪ واﻧﻪ ﻣﺮﻏﻠﺮي راټﻮﻟﻮي -دَ ادب دا ﻟﯧﻮﻧﻰ
او ﻻﻟﻬﺎﻧﺪه ﻣﺠﻨﻮن دَ ﺷﻮق دَ ﭘﯧﺮﻳﺎﻧﻮ ﺧﻮﻟۍ ﭘﻪ ﺳﺮ ږدي او دَ ښﻜﻼ اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل ﻛﻮي -ﻫﺴﯥ ﻣﺎﺗﻪ دا ﻟټﻮن
ډﯦﺮ ښﻜﻠﻰ ښﻜﺎري گ اﻓﻀﻞ دَ ﺧﭙﻞ اّﺋﻴډﻳﻞ او ﻣﻌﺸﻮق ﻟټﻮن ﻛﻮي -دا ډﯦﺮ ښﻜﻠﻰ ارﻣﺎن دى .ﺷﻮق ﭼﯥ ﭘﻪ څﻪ
ﻛﯥ دا ښﻜﻠﻰ ﻣﻌﺸﻮق ﻟټﻮي ،ﻫﻐﻪ ﺷﻴﺎن ﻫﻢ ښﻜﻠﻲ دي -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺑﺨﺘﻮر دى ..ﭼﯥ ﻳﻮه ښﻜﻼ ﭘﻪ ﺑﻠﻪ ښﻜﻼ
ﻛﯥ ﻟټﻮي "
) ﭘﻴﺮ ﻣﺤﻤﺪ ﻛﺎروان _ " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻣﺦ _ (32
ــــــــــ
" .........ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻮق څﻪ ډﯦﺮ ﻣﺸﺮﻗﻲ او ﻣﻐﺮﺑﻲ ﻣﻠﻜﻮﻧﻪ ﻛﺘﻠﻲ دي او ﻫﻢ دَ دې ) ﺧﺼﻮﺻﺎً ﻣﻐﺮﺑﻲ( ﻣﻠﻜﻮﻧﻮ دَ
ادب ﻣﻄﺎﻟﻌﻪ ﻳﯥ ښﻪ ژوره ﻛړي ده -ﻧﻮ ﻇﺎﻫﺮه ده دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻟﻴﻚ او ﺗﺨﻠﻴﻖ ﻛﯥ دَ دﻏﯥ ﻣﻄﺎﻟﻌﯥ څﻪ اﺛﺮ ﺑﻪ ﺧﺎﻣﺨﺎ
ښﻜﺎره ﻛﯧږي -او ﻫﻢ دﻏﻪ ﺳﺒﺐ دى ﭼﯥ ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻧﻈﻢ او ﻧﺜﺮ ﻛﯥ دَ ﭘښﺘﻮ رواﺋﺘﻲ ادب ﻧﻪ ډډه ﻛړي ده -
ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻫﻢ دَ ﻫﻐﻮئ ﭘﻪ ﻫﺮ ﻟﻴﻚ او ﺗﺤﺮﻳﺮ ﻛﯥ دَ ﭘښﺘﻮ ادب ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻪ ﻳﻮه ﻧﻮي ﺗﺠﺮﺑﻪ ﻣﺤﺴﻮﺳﯧږي -ﺧﻮ ﻫﻐﻪ دَ
دې ژوري ﻣﻄﺎﻟﻌﯥ دَ ﺗﺎﺛﺮ ﺑﺎوﺟﻮد ﭘﻪ ﺷﻌﻮري ﺗﻮګﻪ دا ﻛﻮﺷﺶ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﭘښﺘﻮ او ﭘښﺘﻨﻮ دَ ﭘﺎره
اوﻟﻴﻜﻲ او ﻣﻌﻴﺎري او ﻟﻴﻜﻲ -ﺧﻮ دا ﻫﻢ ﻛﯧﺪى ﺷﻲ ﭼﯥ دَ ﺷﻮق دﻏﻪ ﻣﻌﻴﺎري او ﺗﺠﺮﺑﺎﺗﻲ ﻟﻴﻚ دَ " ﻧﻦ" دَ
ﻟﺴﺘﻮﻧﻜﻲ دَ ذﻫﻨﻲ ﻗﻮت ﻧﻪ ﺑﺎﻻ وي ..ﺧﻮ ﻣﻤﻜﻨﻪ ده ﭼﯥ دَ دﻏﻪ ﻧﻦ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻰ دوﻣﺮه ذﻫﻨﻲ ،ﺷﻌﻮري او ﻋﻤﻠﻲ
ﻗﻮت ﺣﺎﺻﻞ ﻛړي ﭼﯥ دَ ﺷﻮق دَ " ﺳﺒﺎ" دﭘﺎره ﻟﻴﻚ ﻣﻄﺎﻟﻌﻪ ورﺗﻪ اﺳﺎﻧﻪ ﺷﻲ -دا ﺧﺒﺮه ﻣﯥ ﭘﻪ دې ﺑﻨﻴﺎد اوﻛړه
ﭼﯥ ښﺎﻏﻠﻰ ﺷﻮق ﺧﭙﻠﻪ اﻋﺘﺮاف ﻛﻮي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﻧﻦ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ځﺎى دَ ﺳﺒﺎ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ دﭘﺎره ﻟﻴﻜﻞ
ﻛﻮي"
) ﻃﺎﻫﺮ اّﻓﺮﻳﺪي _ ﻧﺎول " ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ " درﻳﻤﻪ دﻳﺒﺎﭼﻪ _ (2006
ــــــــــ
" ......دَ ﺟﺪﻳﺪ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﻣﻴﺪان ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻣﺨﺘﺼﺮ ﺗﺮﻳﻦ ﺟﺪﻳﺪ ﻧﻈﻢ ښﻪ ﺷﺎﻋﺮ ګڼﻠﻰ ﺷﻲ -ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ
دَ رب ﻧﻮاز ﻣﺎﺋﻞ ﺷﺎګﺮد او ﻣﻠګﺮى دى -دوئ ﻧﻈﻢ او ﻏﺰل دواړه ﻟﻴﻜﻲ ..ﺧﻮ ﻓﻄﺮي ﻣﻴﻼن ﻳﯥ ﻧﻈﻢ ﻧﻪ دى -دَ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻧﻈﻢ ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت ډﯦﺮ ﺳﻨﺠﻴﺪه دي -دَ ده ﻟﻬﺠﻪ دَ ﺳﻮﻳﻠﻲ ﭘښﺘﻮﻧﺨﻮا ده ﭼﯥ دَ ﻋﺎﻣﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ
دَ ﭘﺎره ډﯦﺮه ﺳﻠﻴﺴﻪ ﻧﻪ ده "
) ډاﻛټﺮ ﺳﻠﻤﻪ ﺷﺎﻫﻴﻦ _" ﺟﺪﻳﺪ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ" ﭘﻲ اﯦﭻ ډي ﻣﻘﺎﻟﻪ ﻣﺦ _ (445
ـــــــــــ
" .........دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ زور او ﻛﻤﺎل ﺗﻪ ﭼﯥ ﺳﻮچ ﻛﻮوْ ،ﻧﻮ دا ﺧﺒﺮه ﻣﺨﺎﻣﺦ راځﻲ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ څﻪ ﻫﻢ
ﻣﺤﺴﻮس ﻛړي دي ..ﻧﻮ ﭘﻪ ﻋﻤﻞ ﻛﯥ ﻳﯥ اﻧﺘﻬﺎ ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻲ دي -او دَ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ ﺟﻨﻮن او ﻓﻜﺮي ﻟﯧﻮﻧﺘﻮب
ﻧﻦ ﻫﻐﻪ دَ ﻓﻦ ﭘﻪ اﻧﺘﻬﺎ اودروي -ﻏﺮض ،دَ ﻫﻐﻪ ﺷﻌﺮ دى او ﻛﻪ ﻧﺜﺮ ..ﭘﻪ دواړو ﻛﯥ ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﻻره ورﻛﻰ ،ﻻروى
ﻟﻴﺪى ﺷﻲ -دَ ﻫﻐﻪ ﺳﻔﺮ ،دَ ﻫﻐﻪ دَ ذات ﺳﻔﺮ ﻧﻪ دى ﺑﻠﻜﻪ دَ ځﺎن دَ ﭘﯧﮋﻧﺪﻧﯥ ،دَ ځﺎن دَ ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ ﭘﻴﺪاﻛﻮﻧﯥ ﺳﻔﺮ دى
-دَ ﻫﻐﻪ دﻏﻪ ورﻛﻮاﻟﻰ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ دَ ﻟټﻮن او ﺗﻼش ﻳﻮه داﺳﯥ ﺟﺬﺑﻪ ورﻛړي ده -ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ دﻏﻪ ورﻛﻮاﻟﻰ دَ ﻫﻐﻪ
ﺟﺴﻤﺎﻧﻲ وﺟﻮد ﻫﻢ ﻣﺸﻜﻮك ﻛړي -ﺧﻮ داﺳﯥ ﻧﻪ ده ،ﻫﻐﻪ ﺷﺘﻪ او ﺷﻜﺮ دى ،ﻣﻮﻧږ ﻟﻴﺪﻟﻰ دى -ډﯦﺮو ﺑﻪ ﻟﻴﺪﻟﻰ
وي -ﺧﻮ دَ ده دَ وﺟﻮدي اﻇﻬﺎر ﻛﻮر ﻧﻴﺸﺘﻪ ،وﻃﻦ ﺋﯥ ﻧﻴﺸﺘﻪ -ﺧﻮ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ دَ ده ﻫﺮه رﺷﺘﻪ ځﻤﻮﻧږ ﺳﺮه ﭘﻪ ﻫﻨﺮي او
ﻓﻨﻲ ﺟﻮاز ﻣﻮﺟﻮده ده ،ﭼﯥ ﻗﺪر ﻳﯥ ﻫﻢ ﻛﻮوْ او ﻣﻨﻮ ﺋﯥ ﻫﻢ -او ﺑﻠﻪ دا ،ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﻫﻨﺮي او ﺗﺨﻠﻴﻘﻲ وﺟﻮد دَ ﻳﻮ
ژوﻧﺪي او ﻣﺘﺤﺮﻛﻪ ﺗﺤﺮﻳﻚ ﭘﻪ ﺷﺎن ځﻤﻮﻧږ ﻧﻪ ګﯧﺮ ﭼﺎﭘﯧﺮ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ"
) ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ _ " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻣﺦ _ (36
ــــــــــ
" .........ښﻜﺎري ﭼﯥ ﺷﻮق ﺳﺮه دَ ډﯦﺮو ﻧﺎﻫﻴﻠﻮ ﻧﺎﻫﻴﻠﻪ ﻧﻪ دى -ځﻲ او دَ ﻫﻴﻠﻮ دَ ﻛﺎروان ﺳﺮه ﺳﻢ ځﻲ -ﻫﻐﻪ ﭼﯥ
ﻳﻮه ﻫﻴﻠﻪ ورﺳﺮه وي ..اودرﯦﺪﻟﻰ ﭼﺮﺗﻪ ﺷﻲ -ﺷﻮق ﺧﭙﻞ ﻟټﻮن اﻧﺘﻬﺎ ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻰ دى -ﭘﻪ دې ﺧﻮ ﻣﺴﻠﺴﻞ ﺳﻔﺮ
ﻛﯥ ورك دى او ځﺎﻧﺘﻪ ﭘﯧﺮى ﻫﻢ واﺋﻲ -او ﺑﻠﻪ ﻣﻬﻤﻪ ﺧﺒﺮه دا ده ،ﭼﯥ ﻫﻐﻮئ ﺧﭙﻠﯥ ﻛﻴﺴﯥ ﻫﻢ ﭘﻪ زﻳﺎت ﻛﻤﺎل او
ﭘﻪ ډﯦﺮ ﺷﻮق وړاﻧﺪې ﻛﻮي -ﭘﻪ ﻛﻮﻣﻮ ﻛﯥ ﭼﯥ دَ ده دَ ﺟﺬﺑﻮ ﺻﺪاﻗﺖ ﺑﺮﯦښﻲ -زه ورﺗﻪ زړَور او رﻳښﺘﻮﻧﻰ ﺷﺎﻋﺮ
ﭘﻪ دې واﻳﻢ ﭼﯥ ﺧﺒﺮه ښﻜﺎره ﻛﻮي او څﻪ ﭼﯥ اﺣﺴﺎﺳﻮﺳﻲ ،ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺷﻌﺮ ﻛﯥ راﻛﺎږي -دَ ﻫﻐﻮئ ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ ﻣﻲ
ﺧﻮښ ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه ﺷﻮل ﭼﯥ ﺣﻘﻴﻘﻲ او رﻳښﺘﻮﻧﻲ څﯧﺮې ﭘﻪ ﻓﻜﺮي ﻫﻨﺮ او دَ ﻧﻮي ﺳﻮچ ﻟﻪ ﻻري داﺳﯥ څﯧړل
ﺷﻮي دي -ﭼﯥ ﻫﺮه ﻛﻴﺴﻪ دَ ﻟﻮﺳﻨﻮﻧﻜﻲ ﭘﻪ ﻣﺰﻏﻮ ﻛﯥ رﻗﻢ رﻗﻢ ﺗﺼﻮﻳﺮوﻧﻪ ﺟﻮړوي -او زﻣﺎ ﭘﻪ اﻧﺪازه ،ﻫﻤﺪﻏﻪ
ﻟﻔﻈﻲ او ﻓﻜﺮي اﻧځﻮرګﺮي ﺧﻮ ﺷﻮق ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﻟﻪ ﻧﻮرو ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ﻧﻪ ﻣﻨﻔﺮده ﻛﻮي "
) ډاﻛټﺮ ﻓﺮﻳﺪه ﻫﻮډ ﺳﯧﻔﻲ _ "ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻣﺦ _ (39
ــــــــــ
" .........اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ځﻤﻮﻧږ دَ ﻧﻮي ﻗﺒﻴﻠﯥ ﻳﻮ ځﻮان او ډﯦﺮ ښﻪ ﺷﺎﻋﺮ دى -ﺷﻮق ﻛﻪ ﻧﻈﻢ ﻟﻴﻜﻲ او ﻛﻪ ﻏﺰل ..دواړه
ښﻪ ﻟﻴﻜﻲ -زه دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ډﯦﺮه ﺑﯥ ﺳﺎﺧﺘګﻲ ﻣﺤﺴﻮﺳﻮم -او زﻣﺎ ﭘﻪ ﻧﺰد ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﺗﺮ
ټﻮﻟﻮ ﻟﻮﺋﻰ ﻛﻤﺎل ﻫﻢ دﻏﻪ ﺑﯥ ﺳﺎﺧﺘګﻲ ده -ﭘﻪ ﺧﺎﻟﻲ اﻟﻔﺎﻇﻮ او دَ ﻓﻦ ﭘﻪ ﭘﯧﭽﻴﺪګﻴﺎﻧﻮ ﺷﺎﻋﺮي ،ﺷﺎﻋﺮى ﺧﻮ
وي ..ﺧﻮ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ دوﻣﺮه اﺛﺮ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻧﻪ وي او ښﻪ ﺷﺎﻋﺮﻛﻠﻪ ﻫﻢ دا ﭘﺎﺑﻨﺪﻳﺎﻧﯥ ﻧﻪ ﻗﺒﻠﻮي -ﻫﻐﻪ ﺧﻮ دَ زړه ﺧﺒﺮه
ﻛﻮي او ﻫﻐﻪ ﺧﺒﺮه ﻛﻪ ﭘﻪ ځﺎن ﭘﺴﺨﻮﻧﺪ وﻫﻞ وي ﻫﻢ ..ﻧﻮ ځﺎن ﺗﺮې ﻧﻪ ژﻏﻮري -ﻟﻜﻪ ﺷﻮق ﭼﯥ واﺋﻲ
ﻣﺎزې دَ ﻳﺎر دَ ﻣﻮﺳﻮﻟﻮ ﭘﻪ ﻧﻴﺖ
ټﻮﻛﻪ ﭘﻪ ځﺎن ﻛﻮل څﻪ ټﻮﻛﻪ ﻧﻪ ده
) ﺳﻬﯧﻞ ﺟﻌﻔﺮ _ " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" دوم ﻓﻠﯧﭗ _ (1987
ــــــــــ
" .........دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻏﺰل او ﻧﻈﻢ ﻛﯥ اﺧﺘﺼﺎر ﻟﻴﺪى ﺷﻲ ...ﻛﻮم ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺷﻌﻮري ﺗﻮګﻪ ﻛﻮي -دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ
ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﺑﻨﻴﺎدي اﻫﻤﻴﺖ دَ اﺣﺴﺎس دى -ﺳﻠﻴﻢ راز ﺻﺎﺣﺐ ﭼﯥ دَ ﺷﻮق ﺷﺎﻋﺮي دَ ﺳﺮﻳﺎﻟﺰم ﭘﻪ ﺳﺮﺣﺪوﻧﻮ ﻛﯥ
داﺧﻠﻪ ﺷﻮي ګڼﻲ او ﺳﻌﻴﺪ ګﻮﻫﺮ ورﺗﻪ ﻣﺠﺎزي ﻋﺸﻖ ﻧﻪ دَ ﺣﻘﻴﻘﻲ ﻋﺸﻖ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻳﻮُن واﺋﻲ ..ﺧﻮ زه دې دواړو
ﺳﺮه اﺧﺘﻼف ﻛﻮم او دَ ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻄﺎﻟﻌﯥ ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ واﻳﻢ ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺷﺎﻋﺮي دراﺻﻞ دَ رﻳﻠﺰم او ﺳﺮﻳﺎﻟﺰم
ﻳﻮ ﺣﺴﻴﻦ اﻣﺘﺰاج دى"
" .........ﻫﺮ ﻟﻮﺋﻰ او رﻳښﺘﻮﻧﻰ ﻓﻨﻜﺎر ﻫﻤﯧﺸﻪ دَ ﻧﻮو ،ﺧﻴﺎﻻﺗﻮ او ﺣﻘﺎﺋﻘﻮ ﭘﻪ ﺗﻼش ﻛﯥ وي او دﻏﻪ ﺗﻼش او
ﺟﺴﺘﺠﻮ ﭘﻪ ﺷﻮق ﺑﺎﻧﺪې ﻫﻢ دَ ﻧﻮوْ درﻳﺎﻓﺘﻮﻧﻮ دروازې ﺧﻼﺳﻮي -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺑﻨﻴﺎدي ﺗﻮګﻪ ﻳﻮ ﺳﻴﺎح ﻓﻨﻜﺎر
دى -او ﭘﻪ ﭘﻨﺠﺎﺑۍ وﺋﻴﻠﻰ ﻛﯧږي ﭼﯥ " ﺷﻮق دا ﻛﻮﺋﻲ ﻣﻮل ﻧﻬﻴﻦ" ) دَ ﺷﻮق ﻫﻴڅ ﻗﻴﻤﺖ ﻧﻴﺸﺘﻪ( ځﻜﻪ ﺧﻮ دې
ﻋﺎﻟﻤﻲ ﺷﻮق وَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺗﻪ ﺷﻬﺮت ورﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛړو -دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺳﻴﺎﺣﺖ دَ ﻧﻮرو ﺳﻴﺎﺣﺎﻧﻮ ﻧﻪ ﻣﻤﺘﺎز ځﻜﻪ
دى ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﻓﻨﻜﺎر ﻫﻢ دى -دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺣﺖ ﻛﯥ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ﻓﻦ دى ..ﻫﻮﻣﺮه ﻳﯥ ﭘﻪ ﻓﻦ ﻛﯥ ﺳﻴﺎﺣﺖ ﻟﻴﺪآ
ﺷﻲ"
) ﻋﺒﺪاﻟﻬﺎدي ﺣﯧﺮان _ ﻫﻔﺖ روزه" روﺷﻦ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن " ﻧﯧټﻪ 8 -1ﺟﻮﻻﺋﻲ (2003
ــــــــــ
" .........اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ..ﭼﯥ ﺑﯥ وزره دَ ﺧﭙﻠﻮ ﺧﻴﺎﻻﺗﻮ او اﻓﻜﺎرو ﭘﻪ ﺳﻬﺎره اﻟﻮﺗﻰ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ ..ﺑﻠﻜﻪ دَ دې ﻛﺮه
ارض ﺳﻴﻨﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ څﻴﺮﻟﻲ ده او ﻣﺨﺘﻪ اوﺗﻰ دى -ﻫﻐﻪ دى ﺧﻮ اﻧﺴﺎن ..ﻻﻛﻦ دَ ﻳﻮ ﻧﻪ ښﻜﺎره ﻛﯧﺪوﻧﻜﻲ اﻧﺴﺎن
ﭘﻪ رﻧګﻪ ﭼﯥ ﺟﺎدوﺋﺊ ټﻮﭘﻰ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻛړي ده -زﻣﺎ ﻳﻘﻴﻦ دى ﭼﯥ ﻛﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې دَ ﻫﻐﻪ
ﺗﺼﻮﻳﺮوﻧﻪ ﻧﻪ وى ..ﻧﻮ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ دَ ﻫﺮ ﻗﺴﻢ څﻴﺰ ﺷﻜﻞ ورﻛﻮل ﻛﯧﺪى ﺷﻮ -ﻣﺎﺗﻪ دَ ﻫﻐﻪ دَ وړﻣﺒۍ ﺷﻌﺮي ﻣﺠﻤﻮﻋﯥ دَ
ﭼﺎﭘﯧﺪو وﺧﺖ ښﻪ ﭘﻪ ﻳﺎد دى ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻳﯥ دَ ﺷﻬﺮت وَ اّﺳﻤﺎﻧﻮﻧﻮ ﺗﻪ رﺳﻮﻟﻰ ووْ -داﺳﯥ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ
ﻟﻴﻜﻞ ﻛﻮي ﺧﻮ دَ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﻣﻌﻴﺎر ﻳﯥ اﻧګﺮﯦﺰۍ ،ﻓﺮاﻧﺴﻴﺴۍ ،اُردو او ﻧﻮرو ﻣﺨﺘﻪ اوﺗﻮ ژﺑﻮ دَ ﻟﻴﻜﻮاﻻﻧﻮ ﻧﻪ ﭘﻪ
ﻫﻴڅ ﻣﻌﻨﺎ ﻛﻢ ﻧﻪ دى -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ﺗﺶ دَ ﭘښﺘﻮ ﺷﺎﻋﺮ ﻳﺎ ادﻳﺐ وﺋﻴﻞ ..دَ ﻫﻐﻪ ﺷﺨﺼﻴﺖ ﻣﺤﺪود ﻛﻮل دي -
وﻟﯥ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ اﻓﻜﺎرو ﻛﯥ اّﻓﺎﻗﻲ رﻧګ دَ ﻋﺼﺮي ﺗﻘﺎﺿﻮ ﻣﻄﺎﺑﻖ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ "
) رﻓﻌﺖ اﻋﻮان _ " روزﻧﺎﻣﻪ ﺟﻨګ ﻛﻮﺋټﻪ" ﻧﯧټﻪ 17ﻣﺎرچ (2005
ــــــــــ
" .........دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺗﺤﺮﻳﺮوﻧﻮ زه داﺳﯥ ﭘﻪ ګﺮﻓﺖ ﻛﯥ واﺧﻴﺴﺘﻢ ﭼﯥ ﻣﺎ دَ ﻫﻐﻪ درې واړه ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ
اوﻟﻮﺳﺘﻠﯥ -ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ دَ ﻳﻮ ﻧﻮي اﻧﺪاز رواج راوﻳﺴﺘﻮ -ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځﺎﻧګړي ﻃﺮز ﻛﯥ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق ﭘﻪ ادﺑﻲ دُﻧﻴﺎ ﻛﯥ ډﻳﺮ اوﭼﺖ ﺷﻬﺮت ﻟﺮي -ﺷﺎﻋﺮ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ..اول ﻫﻢ ډﯦﺮ ﻣﻘﺒﻮﻟﻪ دى -دَ ﻫﻐﻪ ﻣﺨﺘﺼﺮ
ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻳﻮرپ ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻲ دي ﻫﻢ دَ ﻣﻨﻈﻮﻣﯥ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﺣﯧﺜﻴﺖ ﻟﺮي -دَ ﻛﻮم دَﭘﺎره ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ
ﺷﺎﺑﺎﺷﻲ ﻣﺴﺘﺤﻖ دى -دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ دَ ﻗﺎري دﭘﺎره دَ دﻟﭽﺴﭙﻴﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﺳﺮه ﻋﻤﺮاﻧﻲ ﻣﻄﺎﻟﻌﯥ او
ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ﻗﺪم ﭘﻪ ﻗﺪم ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ " -
) ﻋﻤﺮګﻞ ﻋﺴﻜﺮ _ " روزﻧﺎﻣﻪ ﺟﻨګ ﻛﻮﺋټﻪ" ﻧﯧټﻪ 19ﻣﺌﻲ (2005
ــــــــــ
" .........ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﻣﺎ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﻮﺋﺂ ﻛﺘﺎب اوﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ،ﻧﻮ ﻣﺎﺗﻪ دَ ﻧﻮي ﻋﺎﻟﻤﻲ ادﺑﻲ اﺻﻄﻼح را ﭘﻪ ﻳﺎده ﺷﻮه
-اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺑﺎﭼﺎ ﺳړى دى ﭼﯥ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﻣﻠګﺮو ﻛﯥ ﻣُﻔﺖ ﺗﻘﺴﻴﻤﻮي -او دَ ﻣﺎرﻛﯧټﻨګ ﻫﻴڅ ﺷﻮق ﻧﻪ ﻟﺮي -
ﻻﻛﻦ ﻛﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﻏﻪ دﻟﭽﺴﭙﻪ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﻛﻪ ﭘﻪ ﻳﻮرپ ﻛﯥ ﭘﻪ اﻧګﺮﯦﺰي ژﺑﯥ ﻛﯥ ﭼﺎپ ﻛﯧﺪﻟﻮ ..ﻧﻮ ﭘﻪ
ﻟﻜﻬﻮﻧﻮ ﻛﺎﭘﻴﺎﻧﻲ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺧﺮڅﯥ ﺷﻮي وى -دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ دَ ﺳﻔﺮ ﺣﺎﻟﻮﻧﻪ دي ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ دې ﻛﯥ
دَ ﻫﺮ ﻟﻴﺪﻟﻲ ﻣﻠﻚ ادﺑﻲ ،ﺛﻘﺎﻓﺘﻲ ،ﺳﻴﺎﺳﻲ ،ﺳﻤﺎﺟﻲ او ﻣﻌﺎﺷﺮﺗﻲ ﺻﻮرﺗﺤﺎل او ﻣﻌﻠﻮﻣﺎت ﻫﻢ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -دَ
ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﻛﯥ دَ ﻗﺮه اﻟﻌﻴﻦ ﺣﯧﺪر دَ ګﻠګﺴﺖ ﺧﺎﺻﯥ ﻫﻢ ﺷﺘﻪ او دَ " ﻧﻴﻮ رﻳﺎﻟﺰم" ﺗﻬﻴﻮري ﻫﻢ ..ځﻜﻪ ﭘﻪ ﻓﻦ
ﻛﯥ ځﻤﻮﻧږ اﻓﻀﻞ ﺑﺎﻛﻤﺎل دى"
) ﻓﺎروق ﺳﺮور _ " روزﻧﺎﻣﻪ ﺟﻨګ ﻛﻮﺋټﻪ" ﻧﯧټﻪ 16دﺳﻤﺒﺮ (2004
ــــــــــ
" .........ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻟﻴﻜﻞ دَ ﻫﺮ ﭼﺎ ﻛﺎر ﻧﻪ دى -ﻣﺎ ډﯦﺮي ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻟﻮﺳﺘﻲ دي ﭼﯥ دَ ﻛﺘﺎب ﭘﻪ ﺳﺮ ﻳﯥ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ
ﻟﻴﻜﻠﻲ وي -ﺧﻮ وﻟﯥ ﻫﻐﻪ ﺧﻮ ﻳﺎ رﭘﻮرﺗﺎژ وي او ﻳﺎ ﻳﻮه ډاﺋﺮۍ -ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﻛﻮﻣﯥ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻟﻴﻜﻠﻲ
دي ..ﻫﻐﻪ ﭘﻪ رﻳښﺘﻴﺎ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ دي -ځﺎن ﻳﯥ ﭘﺴﯥ ﻛړوﻟﻰ دى -ﭘﻪ ﻛﻮر ﻛﯥ ﻳﯥ څﻪ ﺧﻴﺎﻟﻲ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻧﻪ دي
ﻟﻴﻜﻠﻲ -دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ داﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳﯧږي ﻟﻜﻪ ﭼﯥ دا ﺑﻴﺎن ..ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ ﺣﻘﻴﻘﻲ ﻧﻈﺮ دَ دﻏﻪ ﻣﻘﺎم ﺳﯧﻞ
ﻛﻮي -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﻮ داﺳﯥ ﻣﻌﺘﺒﺮ ﻧﻮم دى ﭼﯥ دَ ﻟﺮ وﺑﺮ او ﺟﻨﻮﺑﻲ ﭘښﺘﻮﻧﺨﻮا ﻟﻴﻜﻮال ﻳﯥ ﻧﻮم ﭘﻪ ډﯦﺮ ادب او
اﺣﺘﺮام اﺧﻠﻲ -ﻫﻐﻪ ﻛﻪ ﻧﺜﺮ ﻟﻴﻜﻲ او ﻛﻪ ﻧﻈﻢ ..ﭘﻪ دواړو ﻛﯥ ﻳﯥ ډﯦﺮ زﻳﺎت ﻣﻬﺎرت دى -ﺑﻠﻜﯥ زه ﺧﻮ ﺑﻌﻀﯥ
ﺑﻌﻀﯥ ﻟﻴﻜﻮﻻﻧﻮﺗﻪ ..ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﺷﻮﻗﻴﺎن دي او ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﻟﻴﻜﻲ واﻳﻢ -ﭼﯥ دَ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﭼﻞ دې دَ
ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﻪ زده ﻛړي"
) ﻣﺼﻮر ﻗﺮﯦﺸﻲ _ " روزﻧﺎﻣﻪ وﺣﺪت ﭘښﻮر" ﻧﯧټﻪ 19ﻓﺮوري (2005
ــــــــــ
" .........اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﺗﻌﻠﻖ ﻳﯥ دَ ﻛﻮﺋټﻪ ﺑﻠﻮﭼﺴﺘﺎن ﻧﻪ دى ..دَ ﭘښﺘﻮ ژﺑﯥ ﻳﻮ ډﯦﺮ ﺑﯧﮋﻧﺪﻟﻰ ادﻳﺐ او ﺷﺎﻋﺮ او
ﻣﺸﻬﻮر ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎر دى -ﻫﻐﻪ ﭼﯥ څﻮﻣﺮه ادﺑﻲ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﭼﺎپ ﻛړي دي ..دَ ﭘښﺘﻮ ﺳﻨﺠﻴﺪه ﻗﺎرﺋﻴﻨﻮ ﻛﯥ
ډﯦﺮ زﻳﺎت ﺧﻮښ ﻛړي او ﺳﺘﺎﺋﻠﻲ دي -ﻫﻐﻪ دَ ﻳﻮرپ ﭘﻪ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﻛﯥ دَ ﻫﺮ ځﺎى او ښﺎر وَ ﻫﺮ ﻫﻐﻪ څﻴﺰ ﺗﻪ ګﻮﺗﻪ
ﻧﻴﻮﻟﻲ ده ..ﭼﯥ ﻳﻮ ﺑﻬﺘﺮﻳﻦ او ﻛﺎﻣﻴﺎب ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎر ﻳﯥ ﻗﻠﻢ ﺑﻨﺪ ﻛﻮي -ﻫﻐﻪ دَ ﻫﺮ ﻣﻠﻚ او ښﺎر دَ اوﺳﯧﺪوﻧﻜﻮ
ﺧﻠﻘﻮ ﺑﻮدوﺑﺎش ﻧﻪ ﻋﻼوه ﺗﻬﺬﻳﺐ وﺗﻤﺪن ﺗﻪ دَ ﻳﻮ ښﻪ ﺻﺤﺎﻓﻲ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻫﻢ ﻛﺘﻠﻲ دي -دَ ﭘښﺘﻮ ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻠﻰ ﺷﻮوْ
رواﺋﺘﻲ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ وړﻣﺒﻲ ځﻞ اﻧﻔﺮادﻳﺖ او ﺟﺪت ځﻜﻪ ﭘﻴﺪا ﻛړو -ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﺤﻞ وﻗﻮع ﭘﻪ
ﻣﻨﺎﺳﺒﺖ دَ ﻫﺮي ﺧﺒﺮي اّﻏﺎز ﻛﻮي -او دﻏﻪ ﺧﺎﺻﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻧﻈﻢ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ"
) ﺳﻨډې ﻣﯧګﺰﻳﻦ " ..روزﻧﺎﻣﻪ ﻣﺸﺮق ﭘښﻮر" ﻧﯧټﻪ – 7ﻧﻮﻣﺒﺮ (2004
ــــــــــ
" .........ﻟﯧﻮﻧﻲ ﻣﯥ ډﯦﺮ اوﻟﻴﺪﻟﻮﺧﻮ دَ ﺷﻮق ﻏﻮﻧﺪې ﻟﯧﻮﻧﻰ ﻣﯥ ﻫﻴﭽﺮﺗﻪ ﻧﻪ اوﻟﻴﺪو -ﭼﯥ ﭘﻪ ﻓټ ﺑﺎل اﺧﺘﻪ ﺷﻮ ،ﻧﻮ
ﻟﻪ ﻓټ ﺑﺎل ﺳﺮه ې دَ ﻣﺠﻨﻮن ﻏﻮﻧﺪې ﻋﺸﻖ ﺷﺮوع ﻛړو -ﭼﯥ دا ﺗﻨﺪه ﻳﯥ ﻣﺎﺗﻪ ﺷﻮه ،ﻧﻮ دَ ﺷﻌﺮ ﭘﻪ ﻟﯧﻮﻧۍ ﻟﻮﺑﻪ
داﺳﯥ اﺧﺘﻪ ﺷﻮ -ﭼﯥ ﭘﻪ ﻳﻮه وﺧﺖ ﻛﯥ ﺑﻪ ﻳﯥ درې څﻠﻮر ﻣﻨﻈﻮم ﺷﻴﺎن اوﻟﻴﻜﻞ -دﻏﻪ رﻧګﻪ ﭼﯥ دَ ﻛﻤﭙﯧﺮﻧګ ﭘﻪ
ﻣﻮذي ﻣﺮض اﺧﺘﻪ ﺷﻮ ..ﻧﻮ ﻟﻪ رﯦډﻳﻮ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن ﻛﻮﺋټﻲ ﻧﻪ ﭘښﺘﻮ " اﻣﯧﻞ" ﭘﺮوګﺮام ﻳﯥ دوﻣﺮه ﭘﻪ ﻣﺴﺘۍ
ﻛﺎﻣﻴﺎﺑۍاو ﭘﻪ ﺷﻮق ﺷﭙږ ﻛﺎﻟﻪ ﻣﺴﻠﺴﻞ اوﭼﻠﻮﻟﻮ ..ﭼﯥ ﻓﻠﻤﻲ ﻫﯧﺮوﺋﻴﻨﻲ ﻣﺴﺮت ﺷﺎﻫﻴﻦ ﻏﻮﻧﺪې ﻳﯥ دَ ﺳﺘﻮرو
ﭘﻪ ﺷﻤﯧﺮ ﺧﭙﻞ ﭘﺮﺳﺘﺎران ﭘﻴﺪا ﻛړل -او ﺑﻴﺎ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺳﻴﺎﺣﺖ ﺑﻮﺧﺖ ﺷﻮ ..ﻧﻮ او س ﭼﯥ ﻳﯥ ﺣﺎل ﻛﻮې ،ﻧﻮ ﭘﺘﻪ ﺑﻪ
اوﻟګﻲ ﭼﯥ ﻓﻼﻧﻲ ﻣﻠﻚ ﻟﻪ ﻻړ دى -
)ﭘﺮوﻓﯧﺴﺮ ﻣﺤﻤﻮد اﻳﺎز _ ﻣﻴﺎﺷﺘﻨۍ ﻣﺠﻠﻪ " ..ﻟﻴﻚ " ﻣﺌﻲ ﺟﻮن (1996
ــــــــــ
" .........اﻓﻀﻞ ﺷﻮق زﻣﻮﻧږ دَ دې ﺳﻴﻤﯥ ﻧﻪ ﺑﻠﻜﻪ دَ ﭘښﺘﻮ ژﺑﯥ ﻫﻐﻪ ﺧﻮږ ژﺑﻰ ﺷﺎﻋﺮ دى ﭼﯥ ﭘښﺘﻮ ژﺑﯥ او
ﭘښﺘﻮن ﻗﺎم ﺗﻪ ورﭘﯧښﻲ ﺳﺘړي او دَ ﻫﻐﻮ ﺳﺘړﻳﻮ دردوﻧﻪ دَ ده دَ ﺷﺎﻋﺮۍ ﺑﻨﻴﺎدي ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت دي -ځﻜﻪ ﺧﻮ دَ
ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ دَ ﻏﻢ ﺟﺎﻧﺎن ﺳﺮه ﺳﺮه ﻏﻢ دوران دﯦﺮ ﻧﻤﺎﻳﺎن دى -دَ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ اﺣﺴﺎس ﻣﻮﻧږ دَ
ده ﭘﻪ ﻏﺰﻟﻮ او ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺑﯧﺨﻲ واﺿﺢ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻮ -ځﻜﻪ ﭼﯥ دَ ﺷﻮق ﺻﺎﺣﺐ ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ واﻗﻌﻲ دَ ﺧﭙﻞ وﺳﻌﺖ
او اﺛﺮ ﭘﻪ وﺟﻪ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ادب ﻛﯥ ځﺎﻧﺘﻪ ﺟﻼ او ﺑﯧﻞ ﻣﻘﺎم ﻟﺮي"
) ﻓﯧﺾ ﻣﺤﻤﺪ ﺷﻬﺰاد _ "ﺟﺮس ﻧﻈﻢ ﻧﻤﺒﺮ" ﻛﺎل .. 2001ﻣﺦ (1009
ــــــــــ
" ) .........دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮه ﻧﻈﻢ دَ ﻻري( ..ﻫﻐﻪ ﻛﻪ ﻟﻪ ژوﻧﺪه ﺗﻨګ دى او ژوﻧﺪ دَ ﺧﭙﻠﻮ اوږو ﺑﺎر ﺑﻮﻟﻲ ..ﻫﻐﻪ دَ
ﻧﻦ دَ ﺑﯥ ﺣﺴﻲ ټﻮﻟﻨﯥ ﺳﺎړه ﻻﺳﻮﻧﻪ دي ﭼﯥ دَ اﻧﺴﺎن دَ ﻣﻴﻨﻲ ګﺮم وﺟﻮد ﻳﯥ ﭘﻪ ﺳﺎړه او ﺑﯥ ﺣﺴﻪ وﺟﺪ ﺑﺪل ﻛړى
دى -دَ ﻣﺎده ﭘﺮﺳﺘۍ زﻫﺮ ﻳﯥ دَ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﻣﯧﻨﻲ ،ﻛﻠﻲ او ښﺎروﻧﻪ ﭘﻪ ژوﻧﺪۍ ادﻳﺮه ﺑﺪل ﻛړى دى -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ
ژوﻧﺪ دا ﻇﺎﻫﺮي ښﻜﻼ ﻧﻪ ﻗﺒﻠﻮي -دﺋﻰ دَ ﻧﻦ ښﺎﺋﺴﺖ او ﺗﺶ دَ ﺑﯥ ﻣﻌﻨﺎ ﻟﻔﺎﻇﻲ ﻗﺎﺋﻠﻪ ﻧﻪ دى -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ
ﻣﻴﻨﻲ ﻟﻪ ﺟﺬﺑﻮ څﺨﻪ ﺧﻼﺳﯥ رﺷﺘﯥ ﺗﺶ ګﻼن ګڼﻲ -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دراﺻﻞ دَ ﻧﻈﻢ ﺷﺎﻋﺮ دى -دَ ده ﻛﻮﭼﻨﻲ ﻣګﺮ
ﺟﺎﻣﻊ ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ دَ ده وَ ﺷﺎﻋﺮۍ ﺗﻪ ژوﻧﺪ ورﺑﺨښﻠﻰ دى -دَ ده ﺟﺬﺑﯥ دَ ﻟﻔﻈﻮﻧﻮ ﻣﺤﺘﺎﺟﻪ ﻧﻪ دي ﺑﻠﻜﻪ ﻟﻔﻈﻮﻧﻪ دَ ده
ﭘﻪ ﺟﺬﺑﻮ دَ ځﺎن ﺗﻮل زﻳﺎﺗﻮي -دﺋﻰ دَ ﻧﻈﻢ ګﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ﭘﻪ ﺻﻒ ﻛﯥ ځﺎن ﻧﻪ دروي ..ﺑﻠﻜﻪ دﺋﻰ ﺧﭙﻞ ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ دَ
ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺻﻒ ﻛﯥ دروي -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﻪ دَ ﻣﻘﺎﺑﻠﯥ ښﻜﺎر دى ..ﻧﻪ دَ ﺷﻬﺮت ﭘﻪ ﺗﻼش دى او ﻧﻪ دَ ﺻﻒ ﺑﻨﺪۍ
ﻗﺎﺋﻠﻪ -
) ﻧﺼﻴﺐ اﷲ ﺳﻴﻤﺎب _ "ﺟﺮس ﻧﻈﻢ ﻧﻤﺒﺮ" ﻛﺎل ..2001ﻣﺦ 1121او (1123
ــــــــــ
دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ دووْ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ" ﻣﺰل ﭘﻪ واورو ﺑﺎﻧﺪې" او" دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر" ﭘﻪ ﺗﺎﺛﺮ ﻛﯥ دا ﻧﻈﻢ اوﻟﻴﻜﻠﻰ
ﺷﻮ -دﻏﻪ دَ ﻳﻮرپ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ادب ﻛﯥ ﻳﻮه ګټﻪ وره اﺿﺎﻓﻪ ده او دَ ﻳﻮ ﭘښﺘﻮن ﺳﯧﻼﻧﻲ ﺷﺎﻋﺮ ،ادﻳﺐ،
ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻧګﺎر دَ ﭘښﺘﻮ ﺳﺮه دَ ﺑﯥ ﻛﭽﻪ ﻣﻴﻨﯥ ﻳﻮ ﻧﻪ ﻫﯧﺮﯦﺪوﻧﻰ ﺛﺒﻮت دى"
) ﻧﻮراﻻﺳﻼم ﺳﻨګﺮ _ اﺳﻼم اّﺑﺎد ﻛﺎل (2005
ــــــــــــ
اﻳﻮارډ
ﺗﺎ ﭘﻪ ازﻏﻮ دَ ﻣﺰﻟﻮﻧﻮ ﺟﻮړ ﻗﺴﻢ ﻛړى دى
ﭼﯥ دَ اﺣﺴﺎس درد دې راوﻳښ ﺷﻲ
ﻧﻮ دَ ﻛﻮره اوځﯥ
ﭘﻪ ﻛﻠﻮ ګﺮځﯥ
ﭘﻪ ښﺎروﻧﻮ
ﭘﻪ ﻣﻠﻜﻮﻧﻮ ګﺮځﯥ
دَ ښﺎﭘﯧﺮو،
دَ ګﻞ ﻏﻮټﻮ ﻣﯧﻠﻮ ﻛﯥ ځﺎن ﻫﻢ ورك ﻛړې
" دَ ﻳﻮ څﯧﺮې ﭘﻪ ﻟټﻮن" څﻮﻣﺮه څﯧﺮې
ﺧﭙﻠﻲ ګڼﯥ ؟
دﻏﻪ ﻟټﻮن
او دا ﺗﻼش دې څﻪ ﺑﯥ ﺷﺎﻧﻪ ښﻪ دى
زﻣﺎ ﭘښﺘﻮ ﺗﻪ دې ﭘﺮې څﻮﻣﺮه ډﯦﺮ څﻪ اوګټﻠﻮ
ﺳﺘﺎ دَ ﻫﻨﺮ دَ رڼﺎګﺎﻧﻮ دُﻧﻴﺎ ﺧړه ﻣﻪ ﺷﻪ
ﺳﺘﺎ ﭘښﺘﻨﻲ ارﻣﺎﻧﭙﻪ ﻓﻜﺮ ﻛﯥ ﻟﻮﺧړه ﻣﻪ ﺷﻪ
زﻣﺎ ﭘښﺘﻮ ﭘﻪ دې رڼﺎ
او ﺳﺘﺎ ﭘﻪ ﻓﻜﺮ ﭘﺎﺋﻲ
ﺗﻪ ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ ﻳﯥ
ﺗﻪ ﭼﯥ ﻣﻴﻨﻪ ﻏﻮاړې
ﺣﺴﻦ ﻏﻮاړې
دﻏﻪ ﻏﻮښﺘﻨﯥ ﻫﻢ دَ دﻏﺴﯥ ﻓﻄﺮت ﺧﺎﺻﻪ ده
ﺳﺘﺎ دَ " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" ټﻮﻟﻲ ﺟﺬﺑﯥ
ﻣﺎﺗﻪ دَ ﺣﺴﻦ دَ ښﻜﻼ دَ ﺑﺎغ ﺳﻨﺪرې واﺋﻲ
دﻏﻪ " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" داﺳﯥ ﭼﯥ داﻧﻪ واﻧﻪ دى
دَ دې اﻣﯧﻞ داﻧﻪ واﻧﻪ ﻣﺮۍ زه داﺳﯥ ګڼﻢ
ﻟﻜﻪ زﻣﺎ دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﺧﻮاره واره ﻫډوﻧﻪ
دا ﻛﻪ راﻏﻮﻧډ ﺷﻲ
ﻧﻮ زﻣﺎ وﺟﻮد ﺑﻪ وده اوﻛړي
دا ﻛﻪ راﻏﻮﻧډ ﺷﻲ
ﺗﻪ ﺑﻪ ﻫﻢ دَ ﺳﻜﻮن ﺳﺎه واﺧﻠﯥ
دا ﻛﻪ راﻏﻮﻧډ ﺷﻲ
ﻧﻮ زﻣﺎ ﻫﺴﺘۍ ﺑﻪ
دَ دُﻧﻴﺎ ﻟﻮﺋﻲ ﻫﺴﺘۍ اوﻣﻨﻲ ..
ﺗﺴﻠﻴﻢ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻛړي
ﺑﺲ دَ ﺟﺬﺑﻮ او دَ ﻫﻨﺮ ﺳﻔﺮ دې
دﻏﺴﯥ ﭘﻪ ﻣﻨډه اوﺳﻪ
ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮ ﻛﯥ
دَ " اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل" ﺳﻨﺪره ﻫﯧﺮه ﻧﻪ ﻛړې
دﻏﯥ ﺳﻨﺪرې ﺧﻮ دَ ﻫﺮ ﻓﻜﺮ اﻇﻬﺎر ﻛړى دى
دﻏﻪ ﺳﻨﺪرې ﺧﻮ ﻫﻢ ﺳﺘﺎ وﺟﻮد
او ﺳﺘﺎ ﻧﺎﻣﻪ ﻫﻢ
ﭘﻪ ګﻞ درو
او ﭘﻪ ګﻞ ﻣﺨﻮﻧﻮ داﺳﯥ اوﺷﻴﻨﺪﻟﻪ
ﻟﻜﻪ دَ ﭘﯧﻐﻠﯥ دَ اورﺑﻞ ﺧﻮه وره ﺧﻮﺷﺒﻮﺋﻲ
ﻟﻜﻪ زﻣﺎ دَ ﭘښﺘﻨﻲ وﺟﻮد دَ ﻋﻄﺮو ﺧﻮﻟﻪ
دﻏﻪ ﺳﻨﺪره ﻛﻪ زﻣﺎ او ﺳﺘﺎ دَ ﺧﻴﺎﻟﻪ اوځﻲ
ﻧﻮ دَ ﺧﻴﺎﻟﻮﻧﻮ او رﻧګﻮﻧﻮ ﭼﻢ ﺑﻪ ﻏﻠﻰ ﻧﻪ ﺷﻲ؟
ﻣﻨﻢ ﭼﯥ ﺗﻪ دَ اﻧﻌﺎﻣﻮﻧﻮ ﻧﻪ ﺑﯥ ﻧﻴﺎزه ګﺮځﯥ
ﭘﻪ اﯦﻮارډوﻧﻮ دې څﻪ ﻛﺎر ﻧﻴﺸﺘﻪ دى
ﺧﻮ ﻳﻮ اﯦﻮارډ او ﻳﻮ اﻧﻌﺎم
ﺧﻮ داﺳﯥ ﻫﻢ وي ګﻠﻪ !!
ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻞ ﻗﺎم دَ اوﻟﺲ زړوﻧﻮ ﻛﯥ
ﻳﻮ ځﺎى اوﻟﺮي
دﻏﻪ اﻧﻌﺎم ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ ﺗﺎ اﺧﻴﺴﺘﻰ
دﻏﻪ اﯦﻮارډ ﻟﻜﻪ ﻫﻢ ﺗﺎ ګټﻠﻰ
) ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ " -درې ﻣﻴﺎﺷﺘﯧﻨۍ ﺟﺮس ﻛﺮاﭼۍ" ګڼﻪ 47ﻣﻪ ،ﻣﺦ (89 - 88 -
ــــــــــــ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺳﻴﻼﻟﻮ ژﺑﻮ دَ ﻟﻴﻜﻮاﻻﻧﻮ ﭘﻪ ﻧﻈﺮ ﻛﯥ
) دَځﻴﻨﻮ ﻧﻮرو ﭘښﺘﻮ ﻧﻘﺎداﻧﻮ او ﺳﻴﻼﻟﻮ ژﺑﻮ دَ ﻟﻴﻜﻮاﻻﻧﻮ ﺗﻨﻘﻴﺪي آراء ، ....ﭼﯥ دَ اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ
ﺷﺎﻋﺮې او ﻟﻴﻜﻮاﻟﯥ اﻟﯥ ﺑﻮﻟﻨګ ﻟﻪ اړﺧﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘښﺘﻮ ﺷﺎﻋﺮۍ ﭘﻪ اﻧګﻠﺴۍژﺑﯥ ﻛﯥ
ژﺑﺎړﻟﻮ ﺳﻤﺪﺳﺘﻲ دَ "ټﻮﺋﻴﺴټ آف ﻓﯧټﺲ" ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻛﺘﺎب ﻛﯥ ﭘﻪ رﻳﻜﺎرډ ﺑﺎﻧﺪې راﻏﻠﻲ
دي– زه ﻏﻮاړم ﭼﯥ دَ ﻧﻴټ دَ ﻻرې ﺧﭙﻞ دا ﺗﻨﻘﻴﺪي زﻳﺎر دَ ﻧﻮرو ﻧﻘﺎداﻧﻮ ﭘﻪ راﺋﻴﻮ ﻫﻢ ﻣﺜﺒﺖ
او ﻣﻨﻄﻘﻲ دﻟﻴﻞ ﺗﻪ اورَﺳﻮم -ﭼﯥ دَ ښﺎﻏﻠﯥ ﺷﻮق دَ ادﺑﻲ ﻛړاؤوﻧﻮ او ﻓﻜﺮي ﺳﺘړوﺣﻖ ﭘﺮې
ادا ﺷﻲ -ځﻜﻪ زه دا ﻣﻨﺎﺳﺐ ګڼﻢ ﭼﯥ دا ﻻﻧﺪې ورﻛړل ﺷﻮې راﺋﻴﯥ دَ اﻧټﺮﻧﻴټ دَ دې ﺑﺮﺧﯥ
ﭘﻪ ذرﻳﻌﻪ ﺧﻠﻘﻮ ﺗﻪ اورﺳﻮم -ﺣﺴﻴﻨﻪ (
«««««
" ......دَ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﻧﻮي ﻓﻜﺮي ﻋﻜﺴﻮﻧﻪ او ﻣﻮﺿﻮﻋﺎت دَ ﻧړۍ دَ ﺧﻠګﻮ ﺗﻮﺟﻮه ګټﻠﻮ ﺳﻮب
ګﺮځﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ -وﻟﯥ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻟﻴﻚ ﻛﯥ داﺳﯥ ﺧﻮﺑﻮﻧﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راځﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ دَ ﻳﻮ ﻣﻜﻤﻞ اﻧﺴﺎن څﯧﺮه
داﺳﯥ څﺮګﻨﺪﯦږي ﭼﯥ ﭘﻪ وﻳښﻪ ﻟﻴﺪل ﻳﯥ ﻟﻪ اﻣﻜﺎن ﻧﻪ وﺗﻰ ﺧﺒﺮه ده – ﻻﻛﻦ دَ دې ﺷﺎﻋﺮ ﻣﺴﻠﺴﻞ ﻟټﻮن زه ﭘﻪ دې
ﻣﺠﺒﻮره ﻛړم ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق اﻓﻜﺎر ﻧړۍ ﺗﻪ ﭘﻪ دې ﻧﻴﺖ وړاﻧﺪې ﻛړم ﭼﯥ ﭘﻪ ﺑﯧﻼﺑﯧﻠﻮ ﺟﻐﺮاﻓﻴﺎﺋﻲ څﻨډو ﻛﯥ دَ
ﻣﯧﺸﺘﻪ ﺷﻮؤ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځﻪ دَ ژﺑﻮ ،ﻣﺬﻫﺒﻮﻧﻮ او ﻛﻠﺘﻮري ﺗﻮﭘﻴﺮ ﭘﺮﺗﻪ ﻫﻢ ﺗﺮ ﺧﭙﻠﻮﺣﻴﺎﺗﻴﺎﺗﻲ ﺑڼﻲ ،ﺧﻨﺪا ژړا،
ﻣﻄﺎﻟﺐ ،ﺣﺎﺟﺘﻮﻧﻪ ،ﻣﻴﻨﻪ او دَ ﻧﻔﺮت اﻇﻬﺎر ،ﺗﻨﺪه ﻟﻮږه ..ﻫﻦ ﭼﯥ دَ ژوﻧﺪ او ﻣﺮګ ﺳﺮه ﻫﻢ ﭘﻪ ﻳﻮ رﻧګﻪ دړدوﻧﻮ او
ﻛﯧﻔﻴﺘﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻛﯧږي – ﻫﻴﻠﻪ ﻛﻮم ﭼﯥ ﺷﻮق ﺑﻪ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﻟټﻮن او ﻟﻴﻚ دَ ﻳﻮ ﺑﻞ ﺳﺮه ګﻨﺪﻟﻰ وَﻟﺮي"
) اﻟﯥ ﺑﻮﻟﻨګ ..اﻣﺮﻳﻜﺎ " -ټﻮﺋﻴﺴټ آف ﻓﯧټﺲ" ﻣﺦ ١٠ -او (١١
ـــــــــــ
" .....دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻓﻜﺮ او ﺧﻴﺎل ډﯦﺮ اﺳﺎﺳﻴﺖ ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه ﻟﺮي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ اﻧﺴﺎن دَ ﺧﭙﻞ ﻓﻄﺮت ﭘﻪ ﺳﻤﻮن
وړاﻧﺪي ﻛﻮﻟﻮ ﻫڅﻪ ﻛﻮي – ﻫﻐﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻏږَوي ..دَ ﻳﻮ ﺗﺠﺮﺑﻪ ﻛﺎر ﻣﻴﻨﻪ وال ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ او ﻫﻐﻪ دړد او ﺧﻮﻧﺪﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ
اﻓﻜﺎرو ﻛﯥ اﺣﺴﺎﺳَﻮل ﻏﻮاړي ﭼﯥ اﻧﺴﺎﻧﺎن ﻳﯥ ﻣﺘﻼﺷﻲ دى"
) اﻧﺪرﻳﺎ ﺳﺮﻛﺎﻧﻲ ..روﻣﺎﻧﻴﺎ " -ټﻮﺋﻴﺴټ آف ﻓﯧټﺲ" -ﻣﺦ (٩
ـــــــــــ
" .....داﺳﯥ ﺧﻮ دَ ﻫﺮې ژﺑﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻳﺎ ادب ژﺑﺎړه ﻛﯧږي ﺧﻮ زﻣﺎ ﭘﻪ ﺧﻴﺎل ﭼﯥ زﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻫﯧﻮاد ﻛﯥ داﺳﯥ
ﻣﺜﺎﻟﻮﻧﻪ ډﯦﺮ ﻛﻢ دي ﭼﯥ دَ ﻳﻮ اﻧګﺮﯦﺰ دَ ﻻﺳﻪ ﭘﻪ اﻧګﺮﯦﺰۍ ﻛﯥ دَ ﻗﺎﻣﻲ ژﺑﻮ او ﭘﻪ ﺧﺎص ﺗﻮګﻪ دَ ﭘښﺘﻮ ژﺑﯥ دَ
اﻓﻜﺎرو ژﺑﺎړﻧﻪ ﺷﻮى وي – ﺧﻮ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ٣٣٣ﭘښﺘﻮ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﺗﺮﺟﻤﻪ دَ اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ ﺷﺎﻋﺮې او آرټﺴټﯥ
اﻟﯥ ﺑﻮﻟﻨګ ﭘﻪ ﺧﻮږه اﻣﺮﻳﻜﺎﺋﻲ اﻧګﺮﯦﺰي ﻟﻬﺠﻪ ﻛﯥ ﻳﻮ ﻣﺜﺎل دى – ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ښﺎﻏﻠﻲ ﺷﻮق دَ ﺷﺎﻋﺮۍ آﻓﺎﻗﻰ
رﻧګ ،ﺧﻮﻧﺪ او ﻓﻜﺮي اﻫﻤﻴﺖ ﻳﻮ ﭘﻪ دوه زﻳﺎﺗَﻮي – دَ اﻟﯥ ﺑﻮﻟﻨګ دﻏﻪ ﻛﺘﺎب" ټﻮﺋﻴﺴټ آف ﻓﯧټﺲ" دَ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دﭘﺎره ﻳﻮ ﻏټ اﻋﺰاز دى ﭼﯥ دﺋﻰ ﻣﻤﺘﺎز ﻛﻮي ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ﻛﯥ " ...
) اﻓﺘﺨﺎر ﻋﺎرف ..ﭼﻴﺮﻣﯧﻦ اﻛﺎدﻣﻲ ادﺑﻴﺎت ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن -رﻳﻜﺎرډ ﺷﻮي راﺋﻴﯥ" دَ ټﻮﺋﻴﺴټ
آف ﻓﯧټﺲ ﻣﺨﻜﺘﻨﻪ -اﺳﻼم آﺑﺎد – ﻧﯧټﻪ ٢١ ..م ﺳﺘﻤﺒﺮ(٢٠٠۶
ـــــــــــ
" .....ﻣﺤﺘﺮﻣﯥ اﻟﯥ ﺑﻮﻟﻨګ دَ ﻣﺸﺮق او ﻣﻐﺮب ﺗﺮ ﻣﻨځﻪ ﭘُﻞ ﺟﻮړ ﻛړو ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﻳﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘښﺘﻨﻲ ﺷﻌﺮي
اﻓﻜﺎر ﻣﻐﺮﺑﻲ دُﻧﻴﺎ ﺗﻪ وړاﻧﺪې ﻛړو – ﻳﻌﻨﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﻛﻮﻣﯥ اﻳﻨﺪارې دَ ﺧﭙﻞ ﻗﺎم او ﻣﻠﺖ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ
وړاﻧﺪې ﻛﻮل ﻏﻮښﺘﻠﻮ ..ﻫﻐﻪ اﻟﯥ ﺻﺎﺣﺒﻪ ﻣﻤﻜﻦ ﻛړو او دَ ﺷﻮق ﺷﺎﻋﺮۍ ﻳﯥ ﭘﻪ اﻧګﺮﯦﺰۍ ﻛﯥ واړَوﻟﻪ – ځﻜﻪ ﺧﻮ
ﻧﻦ ﭘﻪ ټﻮﺋﻴﺴټ آف ﻓﯧټﺲ ﺑﺎﻧﺪې ﺳﺘﺮ ﻧﻘﺎدان ﺧﺒﺮې ﻛﻮي"
) ﺷﯧﺮﺑﺎز ﺧﺎن ..ﻧﻤﺎﺋﻨﺪه روزﻧﺎﻣﻪ ډان اﺳﻼم آﺑﺎد -دَ ﭼﺎپ ﻧﯧټﻪ ٢٢ -م ﺳﺘﻤﺒﺮ –٠۶ﻣﺦ (١٩
ـــــــــــ
" .....دَ ﻫﻐﻪ ﻓﻜﺮي اﭘﺮوچ ﭘﻪ ﺣﻘﺎﺋﻘﻮ ﺑﺎﻧﺪې اړه ﻟﺮي – ﻫﻐﻪ دَ ﻳﻮﻣﺜﺎﻟﻲ ﺷﺨﺺ ﭘﻪ ﺗﻼش ﻛﯥ ﻟﻴﺪل ﻛﯧږي -او
اﻧﺴﺎﻧﺎن ﭘﻪ دې ﺧﺒﺮه ﭘﺎرَوي ﭼﻲ ﻫﻐﻮئ دَ ﻫﻐﻪ څﯧښﺘﻦ ﺳﺮه رښﺘﻪ دَ رښﺘﻮﻧﻲ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﭘﻪ څﻴﺮ اوﺳﺎﺗﻲ ﭼﯥ
ﻫﻐﻮئ ﻳﯥ ﺗﺨﻠﻴﻖ ﻛړي دي "
) ارﻧﺎﻧﻲ – آﺋﻲ – ﭘﺎﭘﻴﺘﻮ ..ﻓﻠﭙﺎﺋﻦ – " ټﻮﺋﻴﺴﻴټ آف ﻓﯧټﺲ" ﻣﺦ (٩
ـــــــــــ
" ....ﭘﻪ ادب ﻛﯥ ﺗﺮﺟﻤﻪ ﻫﺮﻛﻠﻪ داﺳﯥ رول ادا ﻛﻮي ﻟﻜﻪ ﻳﻮ ﭘُﻞ ﭼﯥ دَ دوؤ ژﺑﻮ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﺮ ﻣﻨځﻪ ﺟﻮړ ﺷﻲ -
ﻻﻛﻦ ﭼﯥ ﻛﻠﻪ ﺗﺮﺟﻤﻪ دَ ﻧړۍ ژﺑﯥ اﻧګﺮﯦﺰۍ ﻛﯥ ﻛﯧږي ﻧﻮ دَ دې ﻣﻄﻠﺐ دا وي ﭼﯥ ﺧﺒﺮه دَ ﻧړۍ ﭘﻪ ﺳﺮ ﻣﻨﻈﺮ ﻋﺎم ﺗﻪ
ﺟﻮړه ﺷﻮه – ﻧﻮ ځﻜﻪ زه دې ﭘښﺘﻮن ﺷﺎﻋﺮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺗﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻧړﻳﻮال ﻛﯧﺪﻟﻮ اوﻣﺒﺎرﻛﻲ ورﻛﻮم "
) ډاﻛټﺮ ﻃﺎرق رﺣﻤﺎن ..اﺳﻼم آﺑﺎد -ټﻮﺋﻴﺴټ آف ﻓﯧټﺲ ﻣﺨﻜﺘﻨﻪ – ﻧﯧټﻪ ٢١م ﺳﺘﻤﺒﺮ (٢٠٠۶
ـــــــــــ
" ....دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ څﻮﻣﺮه ﭼﯥ وړوﻛﯥ دي ،ﻫﻐﻮﻣﺮه ﺗﺎﺛﻴﺮ ﻧﺎﻛﻪ ﻫﻢ دي – ﻣﺜﺎل ﻳﯥ دَ ﺗﻮﭘﻚ دَ ګﻮﻟۍ
دى ﭼﻲ وي وړوﻛﯥ ﺧﻮ اﻧﺴﺎن وﺟﻨﻲ "
) ﻫﺎﺷﻢ ﺑﺎﺑﺮ ..اﺳﻼم آﺑﺎد – ﺧﯧﺒﺮ ټﻲ وي ﭼﯧﻨﻞ /ټﻮﺋﻴﺴټ آف ﻓﯧټﺲ – ﻣﺦ ( ٧
ــــــــــ
" ....زه داﺳﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳَﻮم ﻟﻜﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﻫﻐﻪ څﻪ ﻟﻴﻜﻲ ﻛﻮم څﻪ ﭼﯥ زه ﻟﻴﻜﻞ ﻏﻮاړم – ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ او
دَ ﻫﻐﻪ اﻓﻜﺎر راﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﭙﻞ ښﻜﺎري -دَ ﻫﻐﻪ ﻟﻔﻈﻮﻧﻪ دَ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ دَ ذﻫﻦ دَ ﺧﻮښﯥ ﺧﻮراك ﺟﻮړﯦﺪﻟﻰ ﺷﻲ -
دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ورﺳﺘﻪ زه ﭘﻪ دې ﻧﺘﻴﺠﻪ اورﺳﯧﺪم ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ اﻓﻜﺎرو ﻛﯥ روﻣﺎﻧﻴﺖ ﻟﻪ
ﻣﺤﺮوﻣﻴﺎﻧﻮ ﺳﺮه اوږه وﻫﻲ -ﻏﺮﺑﺖ ،ﻣﺮګ ژوﺑﻠﻪ ،ﺑﯥ اﻧﺼﺎﻓﻲ ،او ﻏﯧﺮ اﻧﺴﺎﻧﻲ روﺋﻴﯥ دَ ﻫﻐﻪ ذﻫﻦ او زړه ﭘﻪ
ﻟړزان ﻛړى دى -دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ډﯦﺮ زﻳﺎت ﻧﻈﻤﻮﻧﻪ زﻣﺎ ﺧﻮښ دي – زه دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ
اﺧﺘﺼﺎر ﺧﻮښَﻮم – ﻫﻐﻪ ﭘﻪ څﻮ ﻟﻔﻈﻮﻧﻮ ﻳﺎ ﻣﺼﺮﻋﻮ ﻛﯥ ﻟﻮي ﻛﻴﺴﯥ وړاﻧﺪي ﻛﻮي -ځﻜﻪ زه ﻟﻪ ګﺮاﻧﻮ
ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﻫﻴﻠﻪ ﻛﻮم ﭼﯥ زﻣﺎ دﻏﻪ ډﯦﺮ ښﻪ ﻣﻠګﺮى اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺷﺎﻋﺮۍ ﺑﻪ وَ ﻟﻮﻟﻲ او ﺧﻮښﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﻛړي"
) ﻣﺎﻟﻴﺴﺎ ﻟﻮﻧﺪﻳﻦ ...اﻣﺮﻳﻜﺎ " -ﻓﺎر دي ﻟﻮ آف ورډز" -ﺧﯧﺒﺮ واچ " اي ﻣﯧګﺰﻳﻦ"(
ـــــــــــ
" ....دَ ﭘښﺘﻮ ادب ژﺑﺎړﻧﻪ داﺳﯥ ﺧﻮ ﭘﻪ اُردو ،ﭘﻨﺠﺎﺑۍ او ﻧﻮرو ﻗﺎﻣﻲ او ﻣﻘﺎﻣﻲ ژﺑﯥ ﻛﯥ ﺷﻮې ده ﺧﻮ دَ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق دَ ﭘښﺘﻮ ﺷﺎﻋﺮۍ دﻏﻪ اﻧګﺮﯦﺰي ژﺑﺎړه ځﺎﻧګړى ﺣﯧﺜﻴﺖ ﻟﺮي او دﻟﺘﻪ دا ﺧﺒﺮه څﺮګﻨﺪه ﺷﻮه ﭼﯥ دَ ﻣﺸﺮق
ﺳﻴﻤﻪ اﻳﺰ اﻓﻜﺎر ﻛﻪ ﭘﻪ ښﻪ ﺗﻮګﻪ ﻗﻠﻢ ﺑﻨﺪ ﺷﻲ ﻧﻮ دَ ﻣﻐﺮب ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ ﻣﺘﺎﺛﺮه ﻛﻮﻟﯥ ﺷﻲ ..ﻟﻜﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ
دا ﺧﺒﺮه ﺛﺎﺑﺘﻪ ﻛړه ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻧﻪ ﻳﻮازې دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﺷﺎﻋﺮ دى ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﻓﻜﺮ ﺗﻪ ﻣﻐﺮب ﻫﻢ ګﻮﺗﻪ ﭘﻪ ﻏﺎښ دى -
ﺷﻮق ﻫﻢ ﻟﻜﻪ ﻏﻨﻲ ﺧﺎن ځﺎﻧﺘﻪ دَ ﻧﻈﻢ ﻣﻴﺪان ﺧﻮښ ﻛړى دى او ﻧﻮم ﭘﻪ ﻛﯥ ګټﻲ ﻟګﻴﺎ دى – دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق زﻳﺎر
دَ ﺳﺘﺎﺋﻴﻨﯥ وړ دي"
) ﺧﺮم ﺧﺮام ﺻﺪﻳﻘﻲ ...اﻛﯧډﻣﻲ ادﺑﻴﺎت ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن -ﺑﻠﻮﭼﺴﺘﺎن ټﺎﺋﻤﺰ ﻛﻮﺋټﻪ – (
ـــــــــــ
" .....اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻣﺌﻴﻦ زړه او ﺧﻮﺑَﻮﻟﻲ ذﻫﻦ ﺷﺎﻋﺮ دى -ﻫﻐﻪ دَ اﻣﻦ ﭘﻪ ﻫﻴﻠﻪ اﻧﺴﺎن دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ روح ﺳﺮه
ﻣﻠګﺮى ﺧﻮښَﻮي -ﻫﻐﻪ رښﺘﻴﺎ ﭘﻪ ګﻮﺗﻪ ﻛﻮي او ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ ﺣﻘﺎﺋﻖ وړاﻧﺪي ﻛﻮي -دَ" ټﻮﺋﻴﺴټ آف ﻓﯧټﺲ"
ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ ورﺳﺘﻪ ﻣﺎ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﯥ اﻧﺴﺎن دوﺳﺘﻪ ﺷﺎﻋﺮ وَ ﻟټﻮَﻟﻮ -دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﻓﻜﺮي ﭼﻴﻨﯥ دَ ژوﻧﺪ ارﺗﻘﺎء
ﻋﻤﻞ ﭘﻪ زړوﻧﻮ ﻛﯥ ځﺎى ﺟﻮړَوي -او ﻣﻌﺮوﺿﻲ ) وﻗﺘﻲ ( ﺣﺎﻻﺗﻮ دَ اﺛﺮاﺗﻮ څﺨﻪ ﻳﯥ ﻣﺘﺎﺛﺮ ګڼﻲ -ﻫﻐﻪ دَ وﺧﺖ
ﺳﺮه ﺳﻢ ﭘﻪ وړاﻧﺪي روان ښﻜﺎري -ﻟﻜﻪ ﻧﻮر ﺷﺎﻋﺮان ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﺧﻮب ﺷﺎﻋﺮ ګڼﻲ ،زﻣﺎ ﻫﻢ داﺳﻲ راﺋﻴﯥ ده ﺧﻮ
ﻫﻐﻪ ﺧﻮب ﺗﻪ ﺣﻘﻴﻘﻲ رﻧګ ورﻛﻮي -ځﻜﻪ ﺧﻮ اورﻳﺠﻨﻞ ﻣﺤﺴﻮﺳﯧږي -دَ ﺷﺎﻋﺮ ﺷﺎﻋﺮي ژوره ﻓﻬﻤﻪ او ﺳﺪا
ﺑﻬﺎر ده -او راﺗﻠﻮﻧﻜﻰ ﻧﺴﻞ ﻫﻢ ورﻧﻪ اﺳﺘﻔﺎده ﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ – دَ ﻫﻐﻪ ﺷﺎﻋﺮى زړه راښﻜﻮﻧﻜﯥ ده او زه ورﺗﻪ دَ ﻟﻮى
ﻋﻤﺮ دُﻋﺎ ﻛﻮم ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﻗﺎم ﻗﻴﻤﺘﻲ ﻏﻤﻰ ﺟﻮړ ﺷﻲ "
) ﺑﯧﻨﻴﺘﺎ ﭘﺮﯦﻢ ﭼﻨﺪ ..ﻛﯧﻨﺘﺎ وﯦﻠﻲ ،ﭘﯧﺮاك ﻣﻼﺋﻴﺸﻴﺎ -ﺧﯧﺒﺮواچ – اي ﻣﯧګﺮﻳﻦ /
ﺑﻠﻮ ﭼﺴﺘﺎن ټﺎﺋﻤﺰ -ﻣﺦ (١٠ -
ـــــــــــ
" ....آرټ او ﻟټﺮﯦﭽﺮ ﻫﻐﻪ ﻳﻮازﻳﻨۍ ﻻرې دي ﭼﯥ اﻣﻦ ﻳﻘﻴﻲ ﻛﻮي -وﻟﯥ ﭼﯥ دَ ادﺑﻲ ﻓﻜﺮ ﻫﻴڅ ﭼﺮﺗﻪ ﭘُﻮﻟﻲ ﻧﻪ
وي -زه دا ﺧﻮاﻫﺶ ﻛﻮم ﭼﯥ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق او اﻟﯥ ﭘﻪ رﻧګﻪ ﻛﻪ ادب ﺗﺮ ﻟﺮې ﻟﺮې ﭘﻮرې اورﺳَﻮﻟﻰ ﺷﻲ ﻧﻮ اﻧﺴﺎن
ﺑﻪ اﻧﺴﺎن ﺗﻪ ﻧﻴږدې ﺷﻲ -او دا ﺧﺒﺮه ﺑﻪ ﻣﺨﯥ ﺗﻪ راﺷﻲ ﭼﯥ اﻧﺴﺎﻧﺎن ټﻮل ﻳﻮ رﻧګﻪ دي "
) ﺷﯧﺰي زﻳﺪي ..ﺗﺒﺼﺮه ﻧګﺎر روزﻧﺎﻣﻪ " دي ﻧﻴﻮز اﺳﻼم آﺑﺎد -ﻧﯧټﻪ ٢٢م
ﺳﺘﻤﺒﺮ – ٢٠٠۶ﻣﺦ – ﻣﯧټﺮوﭘﻮﻟﻴټﻦ ( ۴
ـــــــــــ
" ....اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺧﭙﻠﻮ اﻓﻜﺎرو ﭘﻪ ﺑﻨﻴﺎد دا ﺧﺒﺮه ﭘﻪ ډاګﻪ ﻛﻮي ﭼﯥ اﻧﺴﺎن ﭼﯥ ﻫﺮ ﭼﺮﺗﻪ وى ..اﻧﺴﺎن دى -ﻧﻮ
ځﻜﻪ دا ﺷﺎﻋﺮ ځﺎﻧﺘﻪ ﭘښﺘﻮن ﺳﺮه ﺳﺮه اﻧﺴﺎن ﻫﻢ وﺋﻴﻠﻮ ﻛﯥ وﻳﺎړ ﻣﺤﺴﻮﺳَﻮي – ﻛﻮم ﭼﯥ داﺋﻰ ﭘﻪ ﻧﻮرو
ﻗﺎﻣﻮاﻟﻮ ﻣﻔﻜﺮاﻧﻮ ﻛﯥ ﻣﺨﻪ ور ﻛﻮي"
) ﻃﺎرق ﺷﺎﻫﺪ ..اﺳﻼم آﺑﺎد – روزﻧﺎﻣﻪ" ﺟﻨﺎح اﺳﻼم آﺑﺎد" ﻧﯧټﻪ – ۶ﺳﺘﻤﺒﺮ (٢٠٠۶
ـــــــــــ
" .....اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دوﻣﺮه آزاد دى ﻟﻜﻪ آزاد ﻧﻈﻢ ،ﺧﻮ دَ ده ﻓﻜﺮي زﻏﻞ دَ دُﻧﻴﺎ ﺗﺮ ګﻮټ ګﻮټ ﭘﻮرې دى او دﺋﻰ
ﻏﻮاړي ﭼﯥ دُﻧﻴﺎ ﺗﻪ ﺧﭙﻞ اﻓﻜﺎر اورﺳَﻮي -ﻳﻮ ﺧﻮاﺗﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺷﻲ او ﺑﻠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ اﻣﺮﻳﻜﻦ اﻟﯥ ﺑﻮﻟﻨګ ،
ﺧﺒﺮه ﺑﻪ وﻟﯥ دُﻧﻴﺎوي رﻧګ ﻧﻪ اﺧﻠﻲ – اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﺨﯥ ﺷﻮې اﻧﺴﺎﻧﻲ روﺋﻴﻮ ﺗﻪ ﺗﺎؤ ورﻛﻮل ﻏﻮاړي – ﻫﻐﻪ
اﻧﺴﺎن ﭘﻪ ﻣﺜﺎﻟﻲ ﺑڼﻪ ﻟټﻮل ﻏﻮاړي "
) ډاﻛټﺮ ﺷﯧﺮ زﻣﺎن ﻃﺎﺋﺰى – روزﻧﺎﻣﻪ "ډان" /روزﻧﺎﻣﻪ "دي ﻧﻴﻮز" (٢٠٠۶
ــــــــــــ
" .....زه دَ ګﺮاﻧﯥ اﻟﯥ ﺑﻮﻟﻨګ دَ ﺧﺒﺮې ﺳﺮه ﻣﺘﻔﻖ ﻳﻢ ﭼﯥ ﻣﻮﻧږه ټﻮل ټﺎل اﻧﺴﺎﻧﺎن ،ﻳﻮ رﻗﻢ ﻳُﻮ -زﻣﻮﻧږ ﺟﺬﺑﺎت،
اﺣﺴﺎﺳﺎت او ﺣﺎﺟﺎت ﻳﻮ رﻗﻢ دي -زه ﭘﻪ دې ﻫﻢ اﺗﻔﺎق ﻛﻮم ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮۍ اروﻣﺮو ﻧﺸﻲ ﺗﺮﺟﻤﻪ ﻛﯧﺪاى – ﻻﻛﻦ
ﻓﻜﺮ او ﺧﻴﺎل ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺧﭙﻠﻮ ټﻜﻮ ﻛﯥ اړوﻟﻰ ﺷﻲ – ﻟﻜﻪ اﻟﯥ ﺑﻮﻟﻨګ ﭘﻪ ډﯦﺮه ښﻪ ﻃﺮﻳﻘﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺷﺎﻋﺮۍ
اﻧګﺮﯦﺰۍ ژﺑﯥ ﺗﻪ اړوﻟﻲ ده"
) ډاﻛټﺮ ﻗﺎﺑﻞ ﺧﺎن ..اﺳﻼم آﺑﺎد – ټﻮﺋﻴﺴټ آف ﻓﯧټﺲ ﻣﺨﻜﺘﻨﻪ /ﺑﻠﻮﭼﺴﺘﺎن ټﺎﺋﻤﺰ (٢٠٠۶
ـــــــــــ
" ....ﻳﻮ څﺎڅﻜﻰ دَ ﺑﺎران ﻫﻐﻪ دى ﭼﯥ ﭘﻪ ﺳﻤﻨﺪر ﻛﯥ دَ ﺳﻴﭙﻲ ﭘﻪ ﺧﻠﯥ ﻛﯥ ورﻟﻮﯦږي او ﻣﻮﺗﻲ ﺗﺮﯦﻨﻪ ﺟﻮړﯦږي او
ﺑﻞ څﺎڅﻜﻰ ﻫﻐﻪ دى ﭼﯥ ﭘﻪ ډﯦﺮان ﻟﻮﯦږي ﭼﯥ دَ ﺳﺨﺎ څﻴﺰوﻧﻮ ﻧﻪ ﻧﻮر ﻧﻮر ﺑﺪ ﺑُﻮى راوﻛﺎږي -داﺳﯥ ﻫﺮ څﻮك
ﺷﺎﻋﺮي ﻛﻮي ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻣﻮﺗﻴﺎﻧﯥ ﭘﯧﺮي او ﺧﭙﻞ اﺛﺮ ﭘﺮﯦﺪي -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ژوﻧﺪ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺣﻘﻴﻘﻲ ﻣﻌﻨﻮ ﻛﯥ
ګﻮري او ﺧﻴﺎﻻت ﻳﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﯥ ﻣﺘﺎﺛﺮه ﻛﻮي – زه دَ ﺷﻮق دَ ﺷﺎﻋﺮۍ دَ ﻳﻮې ﻋﺎﻣﯥ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﯥ او ﭘﺮﺳﺘﺎرې
ﭘﻪ ﺣﯧﺜﻴﺖ ډﯦﺮه ﻣﻴﻨﻪ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻧﻈﻢ " ﻟﻮ اﯦﻨډ ﺳﯧﻨټﻴﻤﻨټﺲ" ﻛﯥ وړاﻧﺪې ﻛﻮم ،
ﺗﻮره ﺷﭙﻪ وه
وﯦﺮﯦﺪﻣﻪ ﺧﻮ ﻳﻮ ﻛﺲ راﺗﻪ وﻳﻠﻮ
" ﻣﻪ وﯦﺮﯦږه
ګﻮره زه ﺗﺎ ﺳﺮه ﺟﻮﻏﺖ وﻻړ ﻳﻢ"
دوﻣﺮه وﺋﻴﻠﻮ ورﺳﺘﻪ ﻳﯥ
ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ دوې ﺳﺘﺮګﯥ
رااﭼﻮﻟﻮ ورﺳﺘﻪ اووﻳﻠﻮ
" زه اﻧﺴﺎن ﻳﻢ
ﺗﺎﺳﺮه ﻣﻴﻨﻪ اﻧﺴﺎن ﭘﻪ رﻧګ ﻛﻮﻣﻪ
ﻫﻠﻪ راﺷﻪ زﻣﺎ څﻨګ ﺗﻪ"
او ﭼﯥ زه ﻳﯥ ﺷﻮم ﺗﺮ څﻨګﻪ
ﻧﻮ ﻣﺎ اوﻟﻴﺪو ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﺘﺮګﻮ ﺑﺎﻧﺪې
ﻳﻮ اﻧﺴﺎن دَ ﻫﻐﻪ ﻛﺲ ﺳﺘﺮګﻮ ﻛﯥ
ﭼﯥ ﻣﺎﺗﻪ ﺧﭙﻞ ﺧﭙﻞ ښﻜﺎرﯦﺪﻟﻮ
ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﻫﻢ زه ﻳﻢ
زه ﭼﯥ ﻫﻢ ﻫﻐﻪ ﻳﻢ
) ﭘښﺘﻮ ﺗﻪ دَ اﻧګﻠﺶ ژﺑﺎړه ....ﺳﻴﺪه ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ(
) زﯦﻨﻲ ډﻳﺴﻮﺟﺎ ...اﻧډﻳﺎ -ﺷﻮق ﺗﻪ اي ﻣﯧﻞ دَ اﻧټﺮ ﻧﻴټ دَ ﻻرې (
ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ
زﻳﺎرت ﻛﺎﻛﺎ ﺻﺎﺣﺐ _ ﻧﻮښﺎر
« ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ «
وړﻣﺒۍ ﭘﻮښﺘﻨﻪ
دوﻣﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ
دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ دې ﻧﻈﺮﻳﯥ ﭘﻪ اورﯦﺪو زﻣﺎ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﻳﻮه ﺑﻠﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ راوﻻړه ﺷﻮه ﭼﯥ .....
درﻳﻤﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ
ﺣﺴﻴﻨﻪ -دا ﺗﻪ ﻛﻮم ﻟﻴﻜﻞ ﻛﻮې..ﻛﻮم اُﺳﻠﻮب ﭼﯥ ﺗﺎ ﺧﭙﻞ ﻛړى دى ،ﭘﻪ دې ﺧﻮ ﭘښﺘﺎﻧﻪ دَ ﺳﺮه ﻫډو ﭘﻮﻫﯧږي ﻧﻪ ..
ﻧﻮ ﺗﻪ دَ ﭼﺎ دﭘﺎره ﻟﻴﻜﻞ ﻛﻮې ؟
څﻠﻮرﻣﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ
ﺣﺴﻴﻨﻪ -ﭘﻪ ﭘښﺘﻮ ادب ﻛﯥ دا دوﻣﺮه ډﯦﺮ ﺣﻘﺎﺋﻖ ﭼﯧړل ،رﻳښﺘﻴﺎ ﻟﻴﻜﻞ ..دا دَ ادب ﻣﻌﻨﻮﻳﺖ ﺗﻪ ﺧﻮ ﻧﻘﺼﺎن ﻧﻪ
رﺳﻮي؟
ﺷﺎﻋﺮ دَ ﻗﺎم ﺳﺘﺮګﯥ دي ..ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﺎﺣﻮل ﻛﯥ څﻪ وﻳﻨﻲ ګﻮري ..دَ ﻫﻐﯥ ﺻﺤﻴﺢ ﻋﻜﺎﺳﻲ ﺑﻪ ﻫﻐﻪ ﺷﻮق -
ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻟﻴﻜﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻛﻮي -ﺧﻮ زه دَ ﻳﻮ ﺷﺎﻋﺮ ادﻳﺐ ﻛﺮدار دَ ﻳﻮ ﺣﻜﻴﻢ او ﻃﺒﻴﺐ ﻫﻢ ګڼﻢ ..ﻫﻐﻪ ﻟﺤﻈﻪ
ﭘﻪ ﻟﺤﻈﻪ دَ ﺧﭙﻠﯥ ټﻮﻟﻨﯥ دَ رﻧځ وﻫﻠﻲ وﺟﻮد ﭘﻪ ﻧﺒﻀﻮﻧﻮ ګﻮﺗﯥ ﻛﯧږدي او دَ ﺧﭙﻠﯥ ټﻮﻟﻨﯥ ﻣﺮﺿﻮﻧﻪ
ﻣﻌﻠﻮﻣﻮي ،دَ ﻫﻐﯥ ﺗﺸﺨﻴﺺ او ﻋﻼج ﻛﻮي -زه ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ دﻏﻪ ﻛﺮدار ﻛﯥ ﺧﭙﻠﻪ ذﻣﻪ واري ﭘﻮره
ﻛﻮم ...دَ ﺧﭙﻠﯥ ﻣﻌﺎﺷﺮې رﻧځﻮﻧﻪ ﺗﺸﺨﻴﺺ ﻛﻮم ..او ﻋﻼج ﻳﯥ ﻫﻢ ﺗﺠﻮﻳﺰ ﻛﻮم ..دﻏﻪ ﻋﻼج ﻛﻪ ﭘﻪ
دوﻣﺮه ډﯦﺮو رﻳښﺘﻴﺎ وﺋﻴﻠﻮ او ﻟﻴﻜﻠﻮ ﻛﯥ وي ..ﻧﻮ زه ﭘﻪ دې ﺣﻮاﻟﻪ دَ ﻣﺼﻠﺤﺖ ﻧﻪ ﻛﺎر ﻧﻪ اﺧﻠﻢ -زﻣﺎ
ﻣﻄﻠﺐ دا دى ﭼﯥ زه ﻣﻠﯧﺮﻳﺎ ﺗﻪ زﻛﺎم او دَ ﺧﯧټﻲ درد ﺗﻪ ﺳﺮ درد ﻧﻪ ﺷﻢ وﺋﻴﻠﻰ -او دا ﻏﻮاړم ﭼﯥ ﻧﻮر
ادﻳﺒﺎن ﺷﺎﻋﺮان دي ﻫﻢ دَ ﻣﺼﻠﺤﺖ ﻧﻪ ﻛﺎر ﻧﻪ اﺧﻠﻲ او ﭘﻪ ډﯦﺮ ﺻﺪاﻗﺖ او رﻳښﺘﻮﻧﻮﻟۍ دي دَ ﺧﭙﻠﻲ ژﺑﯥ
او ادب دَ ﭘﺎره ﺧﭙﻞ ﻛﺮدار ﺗﺮ ﺳﺮه ﻛړي -ځﻜﻪ ﭼﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ ﻛﺮدار دَ ﻳﻮ ﺗﺎرﻳﺦ ﺑﺮﺧﻪ ﺟﻮړﯦږي او ﺗﺎرﻳﺦ
دَ دروﻏﻮ ﭘﻪ ﺣﻮاﻟﻮ ﻧﻪ ﺟﻮړﯦږي ،ﺑﻠﻜﻪ ﭘﻪ رﻳښﺘﻴﺎوْ ﺧﭙﻞ وﺟﻮد ﺟﻮړوي-
ﭘﻨځﻤﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ
ﺣﺴﻴﻨﻪ -دا څﻪ ﭼﯥ ﺗﺎﺳﻮ دَ ﭘښﺘﻮ او ﭘښﺘﻨﻮ دَﭘﺎره دَ ادب دَ ﻻري ﻛﻮئ -ﻫﻐﯥ ﻧﻪ ﻣﻄﻤﺌﻴﻦ ﻳﺊ ؟
ﺷﭙږﻣﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ
ﺣﺴﻴﻨﻪ -داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ ﺗﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ادب ﻛﯥ ﻫﻢ دَ ﺳﺎﺋﻨﺴﻲ اﭘﺮوچ ﻗﺎﺋﻞ ﻳﯥ ..ﻻﻛﻦ داﺳﯥ څﻨګﻪ ﻣﻤﻜﻦ
ﻛﯧﺪى ﺷﻲ ؟
زه ﻣﻨﻢ ﭼﯥ ادﺑﻲ ﻛﺎوﺷﻮﻧﻪ ﭘﻪ ﺳﺎﺋﻨﺴﻲ ﻟﺒﺎرټﺮﻳﺎﻧﻮ ﻛﯥ ﻧﻪ ﺷﻲ ټﻴﺴټ ﻛﯧﺪﻟﻰ ..ﺧﻮ دا ﺿﺮور واﻳﻢ ﭼﯥ ﺷﻮق -
ﺳﺎﺋﻨﺲ ﻛﻠﻪ ﻫﻢ ادب ﺗﻪ ﺗﺎوان ﻧﻪ دى رﺳﻮﻟﻰ -ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﭼﯥ دَ ادﺑﻲ ﻓﻜﺮ او ﺷﺎﻋﺮۍ ﻧﻪ ﺑﻐﯧﺮ ﺳﺎﺋﻨﺲ
ﻫﻢ ﺧﭙﻞ ﺗﻜﻤﻴﻞ ﻧﻪ ﺷﻲ ﻛﻮﻟﻰ -ﺳﺎﺋﻨﺲ دَ ﻓﻜﺮي اﻧﻘﻼب ﻧﻮم دى او دا اﻓﻜﺎر دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ ژوﻧﺪ ﺳﺮه اړه
ﻟﺮي -ژوﻧﺪ ﻳﻮ ﺣﻘﻴﻘﺖ دى او ﺣﻘﻴﻘﺖ ﭘﻪ ﺣﻘﺎﺋﻘﻮ ﺛﺎﺑﺘﯧږي -ځﻜﻪ ﺧﻮ دَ وﺧﺘﻮﻧﻮ او اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﺮ
ﻣﻴﺎﻧځﻪ دې راﺑﻄﯥ ﺗﻪ ژوﻧﺪ وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻲ -او ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ دﻏﻪ ﻫﺮ اړﺧﻴﺰه ﺷﻌﺮي او ﻧﺜﺮي ادب دَ ژوﻧﺪ
ﻋﻜﺎس ..دَ وﺧﺘﻮﻧﻮ ﻣﺤﺮك ..او دَ زﻣﺎﻧﻮ ګﻮاه ﺑﻠﻠﻰ ﺷﻲ -ﻧﻮ ځﻜﻪ زه ﭘﻪ ادب ﻛﯥ دَ رﻳښﺘﻴﺎوْ ﻟﻴﻜﻠﻮ او
ﺣﻘﺎﺋﻘﻮ ﭼﯧړﻟﻮ ﻗﺎﺋﻞ ﻳﻢ -او ﻳﻮ ښﻪ ادﻳﺐ ﻳﺎ ﺷﺎﻋﺮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻛﺎر دي ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دي دَ ﻧﻈﺮﻳﻮ ﻧﻪ ﺑﺎﻻﺗﺮ وي ..
وﻟﯥ ﭼﯥ ﻳﻮ ﻟﻮﺋﻰ ادﻳﺐ ﻳﺎ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﻫﻴڅ ﻗﺴﻢ ﺗﺤﺮﻳﻚ ﻳﺎ ﻧﻈﺮﻳﯥ ﻣﺤﺘﺎج ﻧﻪ وي ..ﺑﻠﻜﻪ ﺗﺤﺮﻳﻜﻮﻧﻪ او
ﻧﻈﺮﻳﯥ دَ ادﻳﺐ ﻧﻪ زﯦږوﻧﻪ ﻛﻮي -ﻻﻛﻦ ﭘﻪ ﻧﻨﻨﻲ ﻛﻤﺮﺷﻼ ﺋﺰ ادب ﻛﯥ ادﻳﺐ څﻪ ..ﭼﯥ زﻣﺎ دَ ﻗﺎم ﻧﻘﺎدان ﻫﻢ
دَ ﻳﻮې ﻧﺎ ﻳﻮې ﻧﻈﺮﻳﯥ ﻳﺎ ﺗﺤﺮﻳﻚ ﺳﺮه ﺗړﻟﻲ ښﻜﺎري -څﻮك ﻫﺮ څﻴﺰ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺳﺮو ﻋﯧﻨﻜﻮ ﻛﯥ ګﻮري ،
ﭼﺎ ﺷﻨﯥ ﻋﯧﻨګﯥ ﭘﻪ ﺳﺘﺮګﻮ اﻳښﯥ دي ،او ځﻴﻨﯥ ﺧﻮ ﻫډو وﻳﻨﻲ ﻻ ﻫﻢ ﻧﻪ ..څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ ﺳﺘﺮګﻲ ﻟﺮي -
اووﻣﻪ ﭘﻮښﺘﻨﻪ
ﺣﺴﻴﻨﻪ -رﻳښﺘﻴﺎ ﻟﻴﻜﻞ ﺧﻮ واﻗﻌﻲ ﭼﯥ دَ ﻳﻮې ﻟﻮې ګټﯥ ﻧﻮم دى ..ﭘﻪ دې دوﻣﺮه ډﯦﺮو رﻳښﺘﻴﺎوْ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﺗﺎﺗﻪ
ﭘښﺘﻨﻮ څﻮﻣﺮه اﻧﻌﺎﻣﻮﻧﻪ او اﻳﻮارډوﻧﻪ درﻛړي دي ؟
ﭘﻪ دې ﭘﻮښﺘﻨﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻣﺨﺼﻮص اﻧﺪاز ﻛﯥ دَ ﺧﻨﺪا ﻧﻪ ﺷﻴﻦ ﺷﻮ او ﺑﻴﺎ ﻳﯥ اووﺋﻴﻞ ..
ﻣﺎ ځﻜﻪ اﻳﻮارډوﻧﻪ ﻧﻪ دي ګټﻠﻲ ﭼﯥ رﻳښﺘﻴﺎ ﻣﻲ ﻟﻴﻜﻠﻲ دي ..رﻳښﺘﻴﺎ ﻟﻴﻜﻠﻮ ﺗﻪ ﺧﻮ ﭘﻪ دُﻧﻴﺎ ﻛﯥ ﺷﻮق -
اﻳﻮارډ ﻧﻪ ...ﺳﺰا ورﻛﻮﻟﻰ ﺷﻲ -ﻧﻮ ﺑﻴﺎ زﻣﺎ ﭘﻪ رﻳښﺘﻴﺎوْ ﺑﻪ ﭘښﺘﻨﻮ ﻣﺎﺗﻪ څﻪ اﻧﻌﺎﻣﻮﻧﻪ راﻛﻮل -او ﺧﺒﺮه
دا ﻫﻢ ده ﭼﯥ ﻣﺎ ﻛﻠﻪ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ اﻧﻌﺎﻣﻲ ﻣﻘﺎﺑﻠﻮ ﺗﻪ ﻟﯧږﻟﻲ ﻫﻢ ﻧﻪ دي -ﻫﻐﻪ ځﻜﻪ ﭼﯥ زه ﺗﺮ اﻧﻌﺎم زﻳﺎت دَ
ﺧﭙﻞ ﺿﻤﻴﺮ ﺗﺴﻜﻴﻦ ﺑﻬﺘﺮ ګڼﻢ -ﻣﺎ ﻳﻮ اﻧﻌﺎم ﺿﺮور اﻏﻴﺴﺘﻰ دى ..ﺧﻮ ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﭘښﺘﻨﻮ ﻧﻪ ..ﺑﻠﻜﻪ
ﺣﻜﻮﻣﺖ ﭘﺎﻛﺴﺘﺎن راﻛړى دي ﭘﻪ " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" -ﺧﻮ دﻟﺘﻪ دا ﺧﺒﺮه ﻛﻮم ،ﭼﯥ زﻣﺎ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ
زﻣﺎ ﺧﻮاږه دوﺳﺖ ﺳﻬﯧﻞ ﺟﻌﻔﺮ اﻧﻌﺎﻣﯥ ﻣﻘﺎﺑﻠﯥ ﺗﻪ ﻟﯧږﻟﻲ وو ..ﻣﺎ ﻧﻪ -او ﻫﻐﻪ ګﻮاه ﻫﻢ دى ﭼﯥ دا اﻧﻌﺎم
ﻣﺎ څﻨګﻪ ﻗﺒﻮل ﻛړو -او ﻳﺎ ﻋﻈﻴﻢ ﺧﺪاﺋﻰ ګﻮاه دى ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ورځ ﻣﺎ ځﺎن ﻳﻮ زرﺧﺮﻳﺪ ﺷﺎﻋﺮ اوګڼﻠﻮ،
ﭼﯥ زه ﺳټﯧﺞ ﺗﻪ دَ اﻧﻌﺎم اﺧﻴﺴﺘﻠﻮ ﭘﻪ ﻏﺮض اوﺧﺘﻢ -ﻳﻌﻨﯥ ﻣﺎ دَ ﺧﭙﻞ ﺿﻤﻴﺮ ﭘﻪ ﻣﺮۍ ښﭙﻪ اﯦښﯥ وه -او
ﺧﺒﺮ ﻧﻪ ﻳﻢ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﯥ ورځﯥ ﻧﻪ ﺑﻴﺎ ﺗﺮ ﻧﻨﻪ ﭘﻮرې ﻣﺎ ﻳﻮ ﻧﻈﻢ ﻫﻢ ګﻮره ﭼﯥ وﻟﯥ ﻧﻪ دى ﻟﻴﻜﻠﯥ -ﭼﺮﺗﻪ دَ دې
اﻧﻌﺎم ﭘﻴﺴﯥ ﺧﻮ ﭘﻪ ﻣﺎ ﻛﯥ دﻧﻨﻪ ﭘﺮوت ژوﻧﺪي ﺷﺎﻋﺮ ﺗﻪ دَ ﻏﺎړې زﯦﻨﺪۍ ﻧﻪ ﺷﻮې او ﻳﺎ ...؟
دوﻣﺮه وﺋﻴﻠﻮ ورﺳﺘﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻳﻮه ﺳړه او اوږده ﺳﺎه دَ ﺧﻠﯥ ﻧﻪ داﺳﯥ اوﺑﺎﺳﻠﻪ ﻟﻜﻪ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ ﺧﭙﻞ
ﻗﺘﻞ ﭘﺨﭙﻠﻮ ﻻﺳﻮ ﻛړى وي -
ﭘﻪ اّﺧﺮ ﻛﯥ دَ دې ﭘﻮښﺘﻨﻮ ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ زه دا وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻢ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺣﻖ ﭘﻪ ﻻره روان دى -او دَ ﻳﻮ
داﺳﯥ ﻣﻌﻴﺎر ﺿﺎﻣﻦ ښﻜﺎري ﭼﯥ دَ ﻣﻘﺪار ﺟﻮړې ﻛړي ﭘﯧﻤﺎﻧﯥ ﺑﻪ اﭘﻮټﻪ ﻧﺴﻜﻮري ﻛړي -او ﺧﭙﻞ ﻧﻮم ﺑﻪ دَ ﺳﺒﺎ
دَﭘﺎره دَ ﻣﻌﻴﺎري ادب ﭘﻪ ﻟﻴﻜﻮاﻻﻧﻮ ﻛﯥ ﭘﻪ ډﯦﺮ ﻣﺤﻨﺖ او ﺣﻮﺻﻠﻪ ﻟﻴﻜﻲ ..او زﻣﺎ دا دﻋﺎ ده ،ﭼﯥ دَ ﻓﻦ او ﻫﻨﺮ
ﻛﻮم ﺳﻔﺮ ﭘﻪ ﻛﻮم ﺻﺪاﻗﺖ او رﻳښﺘﻮﻧﻮﻟۍ ده ﭘﺌﻴﻞ ﻛړى دى ﻧﻮ دا دې ﭘﻪ ډﯦﺮه ﻛﺎﻣﻴﺎﺑۍ ﻣﺦ ﭘﻪ وړاﻧﺪې ﺑﻮځﻲ -
ﭼﯥ داﺳﯥ دَ ﭘښﺘﻮ ادب ﺧﺎﺻﻜﺮ ﭘﻪ ﻧﺜﺮي ادب ﻛﯥ ﻫﻢ دَ ﺧﭙﻞ ښﻜﻠﻲ ﻧﻈﻢ ﭘﻪ رﻧګﻪ ښﯥ اﺿﺎﻓﯥ اوﻛړي!!...
دَ ادب او ﻓﻦ دې دُﻧﻴﺎ ﺗﻪ ﭘﻪ راﺗګ زﻣﺎ ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ ﻳﻮ ﺳﻮال وو ...ﻣﻌﻴﺎري ادب څﻪ دى ؟ او څﻪ ﻟﻴﻜﻞ
ﭘﻪ ﻛﺎر دي؟ دﻏﻪ ﺳﻮال دَ ﺧﭙﻞ دې ﻓﻨﻲ ژوﻧﺪ ﭘﻪ ﻫﺮ ﭘړاوْ زه ډﯦﺮه ﭘﻪ اﺿﻄﺮاب ﻛﯥ ﺳﺎﺗﻠﻢ -دَ ﻟﻴﻚ ﺳﺮه ﺳﺮه دَ
ﻣﻄﺎﻟﻌﯥ ﺳﻔﺮ ﻫﻢ ﺟﺎري وو -دا ﺧﻮ ﺑﻪ ﺗﺎﺳﻮ ﻣﻨﺊ ﭼﯥ وﺧﺖ ﭘﻪ وﺧﺖ دَ ﭘښﺘﻮ ډﯦﺮ ښﻪ ﻛﺘﺎﺑﻮﻧﻪ راځﻲ -ﻣﺎ ﺑﻪ ﻫﻢ دَ
دﻏﻪ ﭼﺎپ ﻛﯧﺪوﻧﻜﻮ ﻛﺘﺎﺑﻮ ﻧﻪ دَ ﻟﻮﺳﺖ ﻛﺎر اﻏﻴﺴﺘﻮ ..ﺧﻮ دَ ﭘښﺘﻮ ادب او ژﺑﯥ دَﭘﺎره ﭼﯥ دَ ﻛﻮم " ﻣﻌﻴﺎر"
ارﻣﺎﻧﻲ زه وم ..ﻫﺎﻏﻪ ﻣﻌﻴﺎر راﺗﻪ ﻣﺨﺎﻣﺦ ﻧﻪ ښﻜﺎرﯦﺪو -ﻳﻮه ﺷﭙﻪ ﻣﯥ دَ ﻛﻮﺋټﯥ ﻧﻪ دَ ﻳﻮ ادﺑﻲ ﺷﺎن ﭘﺮوګﺮام دَ
اورﯦﺪو اﺗﻔﺎق اوﺷﻮ ..دَ رﻳډﻳﻮ اﻧګﺎزې زﻣﺎ ﺳﻮال ﺗﻪ دَ ځﻮاب څﻪ اﻣﻜﺎﻧﺎت واﺿﺤﻪ ﻛړل -دﻏﻪ ﭘﺮوګﺮام ﻛﯥ دَ
ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻧﻮي ﺷﻌﺮي ﻣﺠﻤﻮﻋﯥ " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" ) ..ﭼﯥ ﻣﺎ ﻳﯥ دَ ﭼﺎپ ﻛﯧﺪو ذﻛﺮ ﭘﻪ اوﻟﺲ
رﺳﺎﻟﯥ ﻳﺎ ﻳﻮ ﻧﻴﻢ ځﻞ ﭘﻪ رﻳډﻳﻮ ﻛﯥ دَ ﻣﻠګﺮو ﻧﻪ ﻫﻢ اورﯦﺪﻟﻰ وو( ..دَ ﺷﺎﻋﺮۍ او ﺧﺼﻮﺻﺎً دَ ﻧﻈﻢ داﺳﯥ ﺧﻮاږه
ﻧﻐښﺘﯥ وو ﭼﯥ ﭘﻪ اورﯦﺪو ﻳﯥ زﻣﺎ دﻏﻪ اﺿﻄﺮاب ﻧﻮر راوﻟړزوﻟﻮ -ﺧﻮ اوس دَ دې اﺿﻄﺮاب ﺳﺮه دَ اﻃﻤﻴﻨﺎن او
ﺳﻜﻮن ﻳﻮ داﺳﯥ اﺣﺴﺎس ﻫﻢ ﺷﺎﻣﻞ ﺷﻮى وو ..ﭼﯥ دَ اﺿﻄﺮاب وﺟﻮد ﻳﯥ ﺷﻜﻤﻦ ﻛړو !!..او ﺑﻴﺎ دﻏﻪ ﻛﺘﺎب
ﻣﯥ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړو -دَ ﻛﺘﺎب دَ ﻫﺮ ﻧﻈﻢ ،ﻏﺰل ﻧﻪ ﻣﯥ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻛﯧﻔﻴﺖ او داﺳﯥ ﺳﺮور ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﻛړو ..ﭼﯥ دَ ﭘښﺘﻮ
ادب دَ ﭘﺎره راﺗﻪ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛﺎر او ﻛﺮدار دَ ﻳﻮ ښﻪ ﻣﻌﻴﺎر ﺿﺎﻣﻦ ښﻜﺎره ﺷﻮ .....
دَ دې ﻛﺘﺎب ټﻮﻟﻪ ﺷﺎﻋﺮي دَ ﭘښﺘﻮ ﺷﺎﻋﺮي ،دَ ﻫﺎﻏﻪ رواﺋﻴﺘﻲ رﻧګ ﻧﻪ ﺑﯧﺨﻲ ﺑﯥ ﻧﻴﺎزه وه ..ﻛﻮﻣﻪ ﭼﯥ دَ
ﻣﻮدو ﻣﻮدو راﺳﯥ ﻣﻮﻧږ ﻟﻮﻟﻮ -ﭘﻪ دې ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ دَ ﺷﺎﻋﺮ دَ ﻟﻴﻚ ﻫﺮ اﻧﺪاز ..دَ ژوﻧﺪ دَ ﻳﻮ ﻧﻮي اّﻏﺎز ..دَ ﻓﻦ دَ
ﻳﻮې ﻧﻮي دُﻧﻴﺎ دَ ﺳﻮچ دَ ﻳﻮې ﻧﻮي ادا داﺳﯥ ﻣﺤﺮﻛﺎت ﻧﻘﺶ وو ﭼﯥ ..دَ ﻳﻮ ﻗﺎري ﭘﻪ ﺣﯧﺚ ﻳﯥ زﻣﺎ ﻓﻜﺮ او ﺳﻮچ
ﺗﻪ ﻫﻢ ﻳﻮه ﻧﻮي ﻻره ورﻛړه -ﺑﻴﺎ ﻟږه ﻣﻮده ﭘﺲ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ " اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل" ﭼﺎپ ﺷﻮه -ﭼﯥ دَ
ﭘښﺘﻮ واﺣﺪه دَ ﺧﭙﻞ ﻃﺮز ﻳﻮه ﻣﻨﻔﺮده ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ده -دﻟﺘﻪ ﻫﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ ﻧﺜﺮ ﻛﯥ دَ ﻳﻮ ﻧﻮي رواﻳﺖ ﺑﻨﻴﺎد
ﻛﯧښﻮدو -ﭘښﺘﻮ ﻛﯥ ﻫﺮ څﻮﻛﻪ دَ ﻧﺜﺮ دَ ﻟﻴﻜﻠﻮ رواﻳﺖ ډﯦﺮ ﻛﻢ دى ..ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺧﭙﻞ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﻃﺒﻌﯥ او
ﻓﻄﺮت ﻟﻪ رُوﻳﻪ ﭘښﺘﻮ ﻧﺜﺮي ادب ﻛﯥ دَ اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل ﭘﻪ رﻧګ ﻛﯥ ﻳﻮه داﺳﯥ اﺿﺎﻓﻪ ﻛړي ده ..ﭼﯥ دَ ﻣﻌﻴﺎر
رواﻳﺖ ﻳﯥ ﭘﻪ ځﺎى ﺳﺎﺗﻠﻰ دى -ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ﻫﺮ ﭘړاوْ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺧﭙﻞ ځﺎن دَ ﻳﻮ رواﺋﻴﺘﻲ
ﭘښﺘﻮن ﭘﻪ څﻴﺮ ﻧﻪ دى ښﻜﺎره ﻛړى ..ﺑﻠﻜﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﻛﺮدار ،ﺧﭙﻞ ﻛﺎر ،ﺧﭙﻞ ﻣﻘﺼﺪ ﺗﺮ ﻣﺨﻪ ﻳﯥ دَ ﭘښﺘﻨﻮ دَ
ﻗﺒﺎﺋﻠﻲ ،ﻗﺒﻴﻠﻮي رﻧګ ﻧﻪ ځﺎن ژﻏﻮرﻟﻰ دى -دَ ﭘښﺘﻨﻮ دَ ژوﻧﺪ ،دَ ﻫﻐﻮئ ﭘښﺘﻨﻲ ﻏﺮور ..دَ داﺳﯥ ښﻜﻠﻮ او
ﺗﺎﺑﻨﺎﻛﻪ ﻗﺪروﻧﻮ ﺳﺮه ﻳﯥ دَ ﻧﻮرو ﺗﻬﺬﻳﺒﻮﻧﻮ ﺗﻪ ځﺎن ﺗﻴږدې ﻛړى دى -او دَ دﻏﻪ ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ ،ﺗﻬﺬﻳﺒﻮﻧﻮ ﺳﺮه څﻨګ ﭘﻪ
څﻨګ ﭘښﺘﻮن وګړى او ﭘښﺘﻮن ﻗﻮم ﻳﯥ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻧﻮي رﻧګ ﻛﯥ ﭘﻪ دې ﺗﻬﺬﻳﺒﻮﻧﻮ او ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ ﭘﯧﮋﻧﺪﻟﻰ دى -دې
ﺳﺮه ﺳﺮه دَ دﻏﻪ ﺗﻬﺬﻳﺒﻮﻧﻮ ،دَ دﻏﻪ ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ دَ اوﻟﺲ ﻧﻪ ﻫﻐﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﭘښﺘﻨﻮ ﺗﻪ دَ ﻣﻴﻨﻲ او ﻣﺤﺒﺖ دَ ﻻزواﻟﻪ اﻧﺴﺎﻧﻲ
ﺟﺬﺑﻮ ﺧﻮاږه راوړي دي -دﻏﻪ ﺟﺬﺑﯥ ،دﻏﻪ رﺷﺘﯥ ﭼﯥ دَ رﻧګ ،ﻧﺴﻞ ،دَ ژﺑﯥ ،ﺗﻔﺮﻳﻖ ﻳﺎ اﻣﺘﻴﺎز ﻧﻪ ﻟﺮي ..ﺧﻮ دَ
اﻧﺴﺎﻧﻴﺖ ﭘﻪ ﻗﺪروﻧﻮ ﻳﻘﻴﻦ ﻟﺮي ! ..
دﻟﺘﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻪ ﻛﯥ ..دَ ﻫﺎﻏﻪ ﻗﺪاﻣﺖ ﭘﺴﻨﺪه ﻃﺒﻘﻮ ..ﻫﺎﻏﻪ روﺋﻴﯥ ﻫﻢ راوﭘﺎروﻟﯥ
ﻛﻮﻣﯥ ﭼﯥ دَ ﺑﺪﻟﻮن ﻗﺎﺋﻠﻪ ﻧﻪ دي ..او ﭘﻪ ژوﻧﺪ ﻛﯥ دَ ﻓﻦ ،دَ ﻓﻜﺮ او ﭘﻪ ﺗﯧﺮه دﻏﻪ رﻧګ ﺳﻤﺎﺟﻲ ﺑﺪﻟﻮن ﺗﻪ ﭘﻪ ښﻪ
ﻧﻈﺮ ﻧﻪ ګﻮري ..ﺧﻮ دې ﺳﺮه ﺳﺮه روﺷﻦ ﻓﻜﺮه ..ﺗﺮﻓﻲ ﭘﺴﻨﺪو ﻃﺒﻘﻮ دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ دې زﻳﺎر ﭘﻮره ﭘﻮره ﻣﺮﺳﺘﻪ
ﻛړي ده ..او ﻳﻘﻴﻨﺎً ﭼﯥ ﺑﺪﻟﻮن ،ﻫﻐﻪ ﻛﻪ ﻓﻜﺮي وي ،ﻓﻨﻲ او ﻛﻪ ﺳﻤﺎﺟﻲ ..ﻫﻢ ﭘﻪ دﻏﻪ ﻃﺮﻳﻘﻪ راځﻲ -اودَ دې
ﺑﺪﻟﻮن اّﻏﺎز ﺷﻮق ﭘﻪ ډﯦﺮه ﻧﺮه ﻛړى دى -
" اووه ګﺎﻣﻪ ﻣﺰل" ﻧﻪ ورﺳﺘﻮ " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" دَ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ..دَ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﻃﺮزﻓﻜﺮ ﻳﻮ داﺳﯥ
ﺷﻌﺮي ﻣﺠﻤﻮﻋﻪ ده ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﺟﻮړ ﻛړي او ﺧﭙﻞ ﻛړي رواﻳﺖ ..ﻳﻮې ﺑﻠﯥ ﺳﻠﺴﻠﯥ ﺗﻪ ﻳﯥ ﻫﻢ ډﯦﺮ ﻫﻨﺮي دوام
ﺑﺨښﻠﻰ دى !! ..دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻣﺴﻠﺴﻞ ﺗﻼش او ﻟټﻮن ﻳﻮ داﺳﯥ ﻫﻨﺮي ګﻞ ﺑڼ ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﻓﻄﺮت ﻳﯥ دَ ﻳﻮ
ﺳﺘﺮګﻮر ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ ..دَ ﻓﻦ او ﺷﺎﻋﺮۍ ﭘﻪ ډﯦﺮو ﺧﺪاﺋﻴﺎﻧﻮ اوﻣﻨﻠﻮ -اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺧﭙﻠﻮ ټﻮﻟﻮ ﺳﻔﺮوﻧﻮ
،،ﻣﺴﺎﻓﺮو ..ګﺮځﯧﺪو ..ورﻛﯧﺪو ..ﺑﯧﻠﯧﺪو ..او ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ﻳﻮ ﻧﻮي ﻃﺮز ﻛﯥ راښﻜﺎره ﻛﯧﺪو ..داﺳﯥ ﻫﻨﺮ ﻟﺮي ﭼﯥ دَ
ﻫﻐﻪ دَ ﺳﻔﺮوﻧﻮ ﻛﯧﻔﻴﺘﻮﻧﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮۍ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻗﺎري دَ ګﻮﺗﯥ ﻧﻪ ﻧﻴﺴﻲ او دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ ﻳﯥ ﻫﻢ دَ
ځﺎن ﺳﺮه ﻛﻮڅﻪ ﻛﻮڅﻪ ﭘﻪ ګﺮځﻮي -دﻏﻪ ﻛﻮڅﯥ ﻛﻪ دَ ﻣﺼﺮ دَ ښﺎر ﺟﺎدوګﺮي ﻓﺮﻋﻮﻧﻲ ﻛﻮڅﯥ دي او ﻛﻪ ،دَ ﻳﻮرپ
دَ ﺳﭙﻴﻨﻮ ﺳﭙﻴﻨﻮ واورﻳﻨﻮ ﻣﺎڼﻮ ﻫﺎﻏﻪ ﻃﻠﺴﻤﺎﺗﻲ دُﻧﻴﺎګﺎﻧﯥ دي ﭼﯥ ﻣﻮﻧږ ﻳﯥ دَ ﻛﻮه ﻗﺎف دَ ښﺎﭘﯧﺮو ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻮﻧﻮ
ﻛﯥ ﭘﯧﮋﻧﻮ -ﻏﺮض دا دى ﭼﯥ دَ " ﺷﻠﯧﺪﻟﻰ اﻣﯧﻞ" ﻧﻪ ﺗﺮ " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" داﺳﯥ ښﻜﺎري ﻟﻜﻪ اﻓﻀﻞ
ﺷﻮق ﭼﯥ دَ ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ دَ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﭘړاوْﻧﻮ ،ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ ﻛﯧﻔﻴﺘﻮﻧﻮ ﻗﻴﺼﻪ ﻟﻴﻜﻠﻲ وي ..ﭘﻪ ډﯦﺮ ﺻﺪاﻗﺖ ،ﭘﻪ ډﯦﺮه
رﻳښﺘﻮﻧﻮﻟۍ دَ ﺧﭙﻠﻮ ﺟﺬﺑﻮ ،دَ ﻣﻴﻨﻲ ﻣﺤﺒﺖ او ﺧﭙﻞ ځﻮان روﻣﺎﻧﻴﺖ ﻳﻮ داﺳﯥ ښﺎﺋﺴﺘﻪ داﺳﺘﺎن ﻳﯥ رﻗﻢ ﻛړى
دى ﭼﯥ دَ اﻧﺴﺎﻧﻲ ﺟﺬﺑﻮ دَ ﻓﻄﺮي او ﺣﻘﻴﻘﻲ رﻧګ او ﻓﻨﻲ ﺗﻨﺪه ﭘﺮې ﻣﺎﺗﯧږي -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ دې ﻗﺎﺋﻞ دى ﭼﯥ ﺣﻘﻴﻘﻲ ﻟﻴﻜﻮال او ﺷﺎﻋﺮ دَ ﺧﭙﻠﻮ اﻧﺴﺎﻧﻲ او ﻓﻄﺮي ﻏﻮښﺘﻨﻮ ﻧﻪ ﻣﻨﻜﺮ
ﻧﻪ وي ..او ﭼﯥ څﻪ وﻳﻨﻲ ګﻮري ..ﻳﺎ ﭘﺮې څﻪ ﺗﯧﺮﯦږي ..دَ ﻫﻐﯥ ﻋﻜﺎﺳﻲ ﻛﻮل دَ ادﻳﺐ او ﺷﺎﻋﺮ ذﻣﻪ واري ګڼﻲ -
دﻟﺘﻪ ﺑﻪ زه ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺗﻮﺟﻪ دَ " ﭘﻪ ﻟټﻮن ﺳﺘﺎ دَ څﯧﺮې" ﻛﯥ ﭼﺎپ دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻫﺎﻏﻪ درﺋﻴﻮ ﻧﻈﻤﻮﻧﻮ ﺗﻪ
راواړوم ..ﭼﯥ ﺗﺎﺳﻮ ﺗﺮﯦﻨﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﻓﻨﻲ ﺷﺨﺼﻴﺖ او ﻓﻜﺮي ﻟﻮﺋﻴﻮاﻟﻲ ﭘﻮره ﭘﻮره اﺣﺎﻃﻪ ﻛﻮﻟﻰ ﺷﺊ " -ﭘﺮوﻧۍ
څﯧﺮه" " ،اﺗﻬﻢ رﻧګ" " ،دَ اﻣﻦ دَ ﻧﺎوې ﭘﻪ واده ﻛﯥ" -دﻟﺘﻪ زﻣﺎ دَ ﺧﺒﺮې ﻣﻄﻠﺐ دا دى ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻳﻮ وﺧﺖ ﭘﻪ
ﺧﭙﻠﻮ ﻟﻴﻜﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﻓﻠﺴﻔﻲ ﻫﻢ دى ..ډراﻣﻪ ﻧګﺎر ﻫﻢ دى ..او ﺑﻠﻜﻪ دَ ﻫﻐﻪ ﻟﻴﻜﻮﻧﻪ ﻳﻮ ﻣﺨﺼﻮص اﻓﺴﺎﻧﻮي رﻧګ
او ﻣﺎﺣﻮل ﻫﻢ ﻟﺮي -ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ دَ ﻫﻐﻪ اﻧﺪاز دوﻣﺮه ﺑﻴﺎﻧﻴﻪ ﺷﻲ ..ﭼﯥ دَ ﻓﻜﺮ او ﻓﻦ ﺑﻼ ﻣﺸﻜﻼت ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺑﻨﺪه ﺗﻪ
ﻫﻮار ﻛړي -ﻣﻄﻠﺐ دا دى ﭼﯥ ﻛﻪ زه دا اوواﻳﻢ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻧﺜﺮ ﻛﯥ ﺷﺎﻋﺮي ﻛﻮي ..او ﭘﻪ ﻧﻈﻢ ﻛﯥ ډراﻣﻪ او
اﻓﺴﺎﻧﻪ ﻟﻴﻜﻲ ،ﻧﻮ ﺑﯥ ځﺎﻳﻪ ﺑﻪ ﻧﻪ وي -دَ دې ټﻮﻟﻮ ﺧﺒﺮو او دﻋﻮوْ ﻧﻪ ﭘﺲ او دَ ښﺎﻏﻠﻲ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺳﺎﺑﻘﻪ
ﭼﺎﭘﻮ اّﺛﺎرو دَ ﻣﺨﺘﺼﺮې ﺟﺎﺋﺰې وړاﻧﺪې ﻛﻮﻟﻮ ﻧﻪ ورﺳﺘﻮ اوس راځﻢ دَ ﻫﻐﻪ دَ ﻧﻮوْ ﭼﺎپ ﺷﻮوْ ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ " ﻣﺰل ﭘﻪ
واؤرو ﺑﺎﻧﺪې" ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﺎل 2004ﻛﯥ او " دَ ﻟﻤﺮ دَ ﻛﻠﻲ ﭘﻪ ﻟﻮر" ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﺎل 2005ﻛﯥ ﭼﺎپ ﺷﻮي دي ﺗﻪ ..ﭘﻪ
ﻛﻮم ﻛﯥ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮرپ دَ ﺳﯧﻞ ﺗﻔﺼﻴﻠﻲ ﺣﺎﻟﻮﻧﻪ ﻣﻮﺟﻮد دي -ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘﻪ
ﻧﻮي ﺑڼﻪ ﻛﯥ ﻟﻪ ﺗﺼﻮﻳﺮي ﻳﺎ ﻋﻜﺴﻲ ﻳﻮُن ﺳﺮه راﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﺷﻮى دى -دا ﺳﯧﻞ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ ﻳﻮرپ ﻛﯥ ﻟﻪ ﻧﻮرو
اﻧټﺮﻧﯧﺸﻨﻞ ﺳﯧﻼﻧﻴﺎﻧﻮ ﺳﺮه ﻛړى دى -ﻛﻮﻣﻪ ﺧﺒﺮه ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ دَ اﻫﻤﻴﺖ وړ ﺧﺒﺮه ده ..ﻫﻐﻪ دا ،ﭼﯥ
دﻟﺘﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﺳﯧﻞ دَ ﺣﺎل ﺳﺮه ﺳﺮه څﻮ ﻋﻤﺮاﻧﻲ ﻣﻄﺎﻟﻌﯥ ﻫﻢ دَ راﻏﻮﻧډو ﺷﻮوْ ﺣﻘﺎﺋﻘﻮ ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ وړاﻧﺪې
ﻛړي دي -او ﺑﻞ دا ،ﭼﯥ ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ ﺷﻮق ﭘﻪ ډﯦﺮه ﻣﺤﺘﺎﻃﻪ ﻃﺮﻳﻘﻪ ﺳﻔﺮي ﺣﺎﻟﻮﻧﻪ او ﺧﭙﻠﯥ ﻣﺸﺎﻫﺪې
وړاﻧﺪې ﻛړي دي -دﻟﺘﻪ ﻫﻢ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭘښﺘﻮن ځﺎن ﺳﺮه ﺑﻮﺗﻠﻰ دى او دا ﻛﻮﺷﺶ ﻳﯥ ﻛړى دى ..ﭼﯥ دَ ﻫﻐﻪ
ﭘښﺘﻮن ﺳﺘﺮګﯥ ﺧﻼﺳﯥ ﻛړي ..ﭼﻲ ﭘﻪ ﺳﭙﻴﻨﻪ ورځ اوده دى -ﺧﺒﺮي ﭘﻪ ﻛﯥ ﺻﻔﺎ ،ﺳﺎده ..ﺧﻮ ﭘﻪ ﻋﻼﻣﺘﻲ
ﭘﯧﺮاﺋﻴﻮ ﻛﯥ زﻳﺎﺗﯥ ﻟﻴﺪﻟﻰ ﺷﻲ -ﻛﻮم ﭼﯥ دَ ده ادﺑﻲ او ﺷﻌﻮري ﻳﻮ داﺳﯥ ﻛﻮﺷﺶ دى ..ﭼﯥ دﺋﻰ ﭘﺮې ﻓﻠﺴﻔﻲ
ﻳﺎ دَ ﺑﻠﻲ دُﻧﻴﺎ ﻣﺨﻠﻮق ﻳﺎدﯦږي -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﻛﻪ ﻳﻮﻃﺮف ﺗﻪ دَ ﻳﻮرپ ﺟﻐﺮاﻓﻴﻪ او ﺗﺮﻗۍ ﺳﺘﺎﺋﻲ ..ﻧﻮ ﺑﻞ ﻃﺮف ﺗﻪ ﻫﻐﻪ دَ ﻳﻮرپ دَ ﺧﻠﻘﻮ
روﺋﻴﻮ ﺗﻪ ﻣﻨﺎﻓﻘﺎﻧﻪ او ﻏﺮﺿﻲ روﺋﻴﯥ ﻫﻢ واﺋﻲ -ﻫﻐﻪ دَ ﺧﭙﻠﻮ ﺳﯧﻼﻧﻲ ﻣﺸﺎﻫﺪو ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ دا ﺧﺒﺮه ﻟﻴﻜﻲ ..ﭼﯥ
څﻮﻣﺮه دَ ﻣﻐﺮﺑﻲ اﻧﺴﺎن " ﻇﺎﻫﺮه" ښﺎﺋﺴﺘﻪ ده ﻫﻮﻣﺮه ﻳﯥ" ﺑﺎﻃﻦ" ﺳﺨﺎ دى -او ﺑﻠﯥ ﺧﻮاﺗﻪ دَ ﻣﺸﺮﻗﻲ اﻧﺴﺎن
"ﺑﯧﺮون" څﻮﻣﺮه ﭼﯥ ﺧﻴﺮن دى ..ﻫﻮﻣﺮه ﻳﯥ " اﻧﺪرون" ﺻﻔﺎ دى -ﺧﻮ ..دَ ﻧﻨﻨۍ اﻧﺴﺎﻧﻲ روﺋﻴﻮ ﻧﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق
ﺑﺎﻟﻜﻞ ﻧﻪ دى ﻣﻄﻤﺌﻴﻦ او داﺳﯥ ګڼﻲ ﻟﻜﻪ اﻧﺴﺎن ﭼﯥ ﻻ ﺧﻮ دَ ځﻨګﻞ ﻧﻪ را اوﺗﻰ ﻧﻪ دى -دَ ﻟټﻮن ﺗﺴﻠﺴﻞ دﻟﺘﻪ ﭘﻪ
دې ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮوْ دواړو ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﻮ ﻛﯥ ﻣﻮﺟﻮد دى ..ﺧﻮ ﻟږه دَ دې ﻟټﻮن ﺑڼﻪ ﺑﺪﻟﻪ ده ..او ﺑﻞ ﻫﻐﻪ دﻟﺘﻪ ډﯦﺮ
زﻳﺎت ﻣﺼﺮوف ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﭘﺎﺗﯥ ﺷﻮى دى ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﺳﯧﻞ ﻛﯥ دَ ﺳﯧﻞ ﻧﻪ ﻋﻼوه ﭘﻪ ﺣﻘﺎﺋﻘﻮ راﻏﻮﻧډوﻟﻮ
ﻛﯥ وﺧﺖ ﺗﯧﺮ ﻛړى دى -دا ﺳﻔﺮﻧﺎﻣﯥ ﺑﻼ ﺷﻚ و ﺷﻌﺒﻪ ﻳﻮ ﺗﺎرﻳﺨﻲ دﺳﺘﺎوﯦﺰ ګﺮځﯧﺪﻟﻰ ﺷﻲ -دﻟﺘﻪ ﻫﻐﻪ دَ ﻳﻮ
ﺗﺎرﻳﺦ دان ﭘﻪ ﺣﯧﺚ ﻫﻢ ﺧﭙﻠﻪ ﺑڼﻪ څﺮګﻨﺪه ﻛړي دي -دَ ﻫﻐﻪ ﭘﻪ دې ﺳﻔﺮي ﺣﺎل او ﭘﻪ دې ﻛﯥ دَ ﻳﻮرﭘﻲ اﻗﻮاﻣﻮ ﭘﻪ
ﺣﻘﻠﻪ ..ﺧﺎﺻﻜﺮ اﻧګﻠﺶ ﭘﻪ ﺣﻘﻠﻪ دَ ﺣﻘﺎﺋﻘﻮ ﭘﻪ رڼﺎ ﻛﯥ ډﯦﺮي ﺳﻨﺴﻨﻲ ﺧﯧﺰي ﺧﺒﺮي ﻟﻴﻜﻠﻲ دي -
وﺋﻴﻠﻰ ﻛﯧږي ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ ﺗﺮ اوﺳﻪ څﻮﻣﺮه ادب ﻫﻢ ﺗﺨﻠﻴﻖ ﻛړى دى ..ﻫﻐﻪ دَ ده ﻣﺸﺎﻫﺪاﺗﻲ
ادب دى او ﺑﻠﻜﻪ ﺗﺮ دﯦﺮه ﺣﺪه دَ ده دَ ﻟټﻮن ﻫﻐﻪ ﻗﻴﺼﻪ ده -ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﺗﻪ ﻫﺰار داﺳﺘﺎﻧﻲ رﻧګﻪ ﻧﻮم ورﻛﻮي
-ﻧﻮ ځﻜﻪ ﺧﻮ اﻓﻀﻞ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻧﺎول " ﭘﺮوﻧﻲ ﻣﺨﻮﻧﻪ" ﻛﯥ دا ټﻮل څﻪ دَ ﻳﻮ داﺳﯥ ﻗﻴﺼﯥ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ راﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻛﻮي
ﭼﯥ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻗﻴﺼﯥ ﻛﯥ دَ ده دَ ﻟټﻮن ﻗﻴﺼﻪ ﻫﻢ ﺳﺮﺗﻪ رﺳﻲ -دا دَ ده ﺧﭙﻠﻪ ﻗﻴﺼﻪ ده ..ﻛﻮﻣﻪ ﭼﯥ ﺗﻜﻤﻴﻞ ﻛﯧږي -
اﻓﻀﻞ ﭘﻪ ﻧﺎول ﻛﯥ دَ ﺧﭙﻠﯥ ﻗﻴﺼﯥ دَ ډﻳﻤﺎﻧډ ﻣﻄﺎﺑﻖ دَ ﭘﻼټ ﻏﻮره ﻛﻮﻟﻮ ﻧﻪ دا ﺧﺒﺮه واﺿﺤﻪ ﻛړه ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﭼﯥ
څﻪ ﻫﻢ ﺗﺮ اوﺳﻪ ﭘﻪ ﻧﺜﺮي او ﺷﻌﺮي ادب ﻛﯥ ﻟﻴﻜﻠﻲ دي ..دا ټﻮل څﻪ رښﺘﻴﺎ دي -داﺳﯥ ﺷﺎﻳﺪ ﭼﯥ ﭼﺮﺗﻪ ﭘﻪ ﻳﻮې
ﺑﻠﯥ ژﺑﯥ ﻛﯥ ﻫﻢ ﻧﻪ وي ﺷﻮي ..ﻟﻜﻪ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق ﭼﯥ رﻗﻢ ﻛړي دي -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ او ادﻳﺒﺎﻧﻮ ﻛﯥ ځﺎن
ﻣﻌﺘﺒﺮ څﺮګﻨﺪوي ..او دى ﻫﻢ ځﺎﻧګړى ﻣﻌﺘﺒﺮ -
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق داﺳﯥ ادب ﺗﺨﻠﻴﻖ ﻛﻮي ﭼﯥ ﻫﻐﻪ دَ دې ﻋﺼﺮ دَ روح ﭘﻪ ﺻﺤﻴﺢ ﺗﻮګﻪ ﺗﺮﺟﻤﺎﻧﻲ ﻛﻮي ..
اوﻫﺮﻛﻠﻪ ﻳﯥ دا ﺟﺪوﺟﻬﺪ ﻛړى دى ﭼﯥ ﻋﺼﺮي ﻣﺴﺎﺋﻠﻮ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺷﻌﻮري او ادراﻛﻲ ﻧﻈﺮ اوګﻮري ..او دﻏﻪ ادﺑﻲ
ادا ﻫﻐﻪ دَ ﻛﻤﺮﺷﻼ ﺋﺰډ ﻳﺎ ﺑﺎزاري ادب ﻧﻪ ﻟﺮي ﺳﺎﺗﻠﻰ دى -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ ﻫﻐﻪ دَ ﺧﭙﻞ دې ﻧﻈﻢ " ﻫﺮڅﻪ ﻫﺮڅﻪ ﺷﺘﻪ ،
ﺧﻮ ﻻ ﻧﺸﺘﻪ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ " ﭘﻪ رﻧګﻪ ﻫﻤﯧﺶ دَ ﻟټﻮن ﭘﻪ ﻳﻮ داﺳﯥ ﺗﺠﺴﺲ او اﺿﻄﺮاﺑﻲ ﻛﯧﻔﻴﺖ ﻛﯥ ﻟﻴﺪى ﺷﻲ ..ﭼﯥ دَ
ﻫﻮا ﭘﻪ اوږو ﻟﻜﻪ ﻳﻮ ﺧﻮږ اّواز ﺳﭙﻮر ښﻜﺎري -ﻳﺎ ﻟﻜﻪ دَ ﻳﻮ ﺟﻨﻮﻧﻲ ﺗﻨﺪي ﻳﻮ داﺳﯥ ﺗږى اﺣﺴﺎس ..ﭼﯥ ﭘﻪ
ﺻﺤﺮاګﺎﻧﻮ ﻛﯥ دَ ژوﻧﺪ ﻧښﯥ ﻧښﺎﻧﻲ ﻟټﻮي ..ﻫﻢ ﭘﻪ دې ﺧﻮ دا دَ ﭘښﺘﻮ ﻣﺠﻨﻮن ﻣﺴﻠﺴﻞ ﻛړﯦږي ..زﻫﻴﺮﯦږي ..ﺧﻮ
ﺑﻴﺎ ﻫﻢ دَ ﻣﺼﻠﺤﺘﻮﻧﻮ ﭘﻪ وړاﻧﺪې ﺳﺘړﻳﺎ ﻧﻪ ﻣﻨﻲ او دَ ژوﻧﺪ ﻫﺮ ښﻜﻠﻰ رﻧګ او زړه راښﻜﻮﻧﻜﻲ ښﻜﻼ دَ ﺧﭙﻞ
ﻣﻄﻠﻮب " اّﺋﻴډﻳﻞ " ﻣﺨﯥ ﺗﻪ ﻫﺮ ﭼﺮﺗﻪ ﺗﺖ ګڼﻲ -څﻪ ﻫﻢ ﻛﻪ ﻫﻐﻪ دَ ﻳﻮرپ ښﻜﻼګﺎﻧﯥ وي او ﻛﻪ دَ ﻳﻮ ﺑﻠﯥ ﻧﻮي
اّﺳﻤﺎﻧﻲ دُﻧﻴﺎ ﺣﺴﻴﻦ رﻧګﻮﻧﻪ -ﻫﻢ ځﻜﻪ ﺧﻮ دَ ﻳﻮرپ دَ ﺳﯧﻞ ﭘﻪ ورﺳﺘۍ ورځ ﭼﯥ اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ډﻧﻜﺎرټ
ﺳﺎﺣﻞ ﻓﺮاﻧﺲ ﻧﻪ دَ ډووْرﺳﺎﺣﻞ اﻧګﻠﯧﻨډ ﭘﻪ ﻟﻮر ﺳﻤﻨﺪري ﺳﻔﺮ ﻛﻮي -ﻧﻮ دَ ښﻜﻠﻮ اﻧﺴﺎﻧﺎﻧﻮ دَ ځﻨﺎوري روﺋﻴﻮ ﻧﻪ
زړه ﻣﺎﺗﻰ ښﻜﺎري -او دَ ﭘﻮرﺗﻪ ذﻛﺮ ﺷﻮي وړﻛﻮټﻲ ﻧﻈﻢ ﺧﯧټﻪ داﺳﯥ دَ ﺧﭙﻞ اﺿﻄﺮاري ،اﺿﻄﺮاﺑﻲ ﻛﯧﻔﻴﺎﺗﻮ او
دَ ﻛُﻞ وﻗﺘﻲ ﺗﺠﺴﺲ ﭘﻪ ادﺑﻲ ټﻜﻮ ډﻛﻮي ..ﻟﻜﻪ
اﻓﻀﻞ ﺷﻮق دَ ﻳﻮ داﺳﯥ " ﻫـڅﯥ" ﻧﻮم دى ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﻳﻮ ﺗﺴﻠﺴﻞ ﻟﺮي او ﻫﺮ ځﻞ ﭘﻪ ﻧﻮي ﻧﻮي ﺑڼﻲ ﻛﯥ دَ
راښﻜﺎره ﻛﯧﺪو ادﺑﻲ ﻫﻨﺮ ﻫﻢ ﻟﺮي -ﻧﻮ ځﻜﻪ ﻣﻮﻧږ ﭘﻪ ﻳﻘﻴﻦ ﺳﺮه وﺋﻴﻠﻰ ﺷﻮ ..ﭼﯥ ﻫﻐﻪ ﺑﻪ دَ ﻳﻮ ﻣﺠﺴﻢ ادﺑﻲ
ﺗﺤﺮﻳﻚ ﭘﻪ ﺷﻜﻞ ﻛﯥ دَ ﭘښﺘﻨﻮ ﭘﻪ زړوﻧﻮ ﻛﯥ ورﻧﻨﻮﺗﻠﻮ دَﭘﺎره ﻫﻠﯥ ځﻠﯥ ﻫﻢ دﻏﻪ رﻧګﻪ ﺗﺮ ﺧﭙﻞ ﭘﺎﺗﯥ ژوﻧﺪه
ﭘﻮرې ﻛﻮي -ﺧﺪاﺋﻰ ﭘﺎك دي ﻫﻐﻪ ﺗﻪ ډﯦﺮ ﻋﻤﺮ ورﻛړي ﭼﯥ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﻧﻮوْ ﻓﻜﺮي ﻫﻠﻮ ځﻠﻮ ﺧﭙﻞ ﺧﻮاږه ...او ﭘﻪ
ﻧړۍ ﻛﯥ ﻫﺮ ﻟﻮر ﺧﻮاره واره ..ﺧﻮ وﻳﺪه ﭘښﺘﺎﻧﻪ ﻧﻪ ﻳﻮاځﯥ راوﻳښ ﻛړي ﺑﻠﻜﻪ دَ ﺧﭙﻞ ﺧﻮب او ﺧﻴﺎل ﻣﻄﺎﺑﻖ ﻳﯥ دَ
ﻣﺨﺘﻪ وﺗﻮ ﻗﻮﻣﻮﻧﻮ ﺳﺮه اوږه ﭘﻪ اوږه اودروي ﻫﻢ -اﻣﻴﻦ ﺛﻤﻪ اﻣﻴﻦ
ﺣﺴﻴﻨﻪ ګﻞ
« ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ «