Professional Documents
Culture Documents
د ساري په ډول ،د اعتراض په ډول ،په بې رحمانه ډول ،په قصدي توګه ،د مرستې په توګه ،د بډو په
توګه ،په ظلم سره ،په بې رحمۍ سره ،په صراحت سره ...دا مرکب قیدونه دي .له شلمې پیړۍ
راهیسې د افغانستان په پښتو نثر کې ګڼ شمېر مرکب قیدونه وینو چې پخوا یا بیخي نه وو او یا دومره
زیاته استفاده ورڅخه نه کېده.
دغسې قیدونه ولې زیات شوي دي؟ په نثر باندې یې اثر څه دی؟ له منفي اغیزو سره یې د مقابلې
الرې کومې دي؟
په شلمه پیړۍ کې چې له نورو ژبو څخه په پښتو باندې ژباړه زیاته شوه ،ژباړونکو د مقصد په ژبه (
پښتو) کې د مبدا ژبو د ګڼو مرکبو قیدونو لپاره معادل ونه لید .دوی د کمې تجربې ،یا لټۍ یا مجبورۍ
په وجه دغه قیدونه ټکي په ټکي ترجمه کړل .مثال (مکررا ) یې ( په مکرر ډول ) وژباړه او دا یې
هېر کړل چې ( بیا بیا ) خو په پښتو کې شته .دوی د( عمدا ) قید ( په عمدي ډول ) او ( قصدا) یې (
په قصدي ډول) ترجمه کړ او ( په لوی الس ) یې له پامه وغورځاوه .د خوشحال خټک دې بیت ته یې
هم پام نه شول چې وایي:
اوس مونږ په خپلو لیکنو کې د دې جملې په ځای چې ( د پیسو ارزښت وار په وار کم شو)؛ ممکن
ولیکو(:د پیسو ارزښت په تدریجي ډول کم شو).
ځینې لیکونکي ګومان کوي چې د ولس او معیار ژبې دوه مخالف قطبونه دي .دغسې کسانو ته شاید دا
جمله چې (:چارې دې سمې تر سره شي ).عامیانه واېسي او په ځای یې دا جمله ولیکي (:چارې دې
په سمه توګه تر سره شي).
د پښتو د سوچه والي یو شمېر مینه وال هم د دا رنګه مرکبو قیدونو د زیاتېدا باعث ګرځېدلي دي .دوی
ممکن د ( مثال ) په ځای ( د بېلګې په ډول ) یا ( د ساري په ډول ) ولیکي او دې ته اهمیت ورنه کړي
چې خبره خو ورنه اوږده شوه.
بې ځایه اطناب ته تمایل چې بې پامي ،د کلمو د شمېر له مخې حق الزحمه یا د ډیرو اثارو د لرلو شوق
یې احتمالي عوامل بلالی شو ،د مرکبو قیدونو د زیاتوالي بله وجه ده .بې خونده اطناب ته مایل
لیکونکی ممکن د دې جملې په ځای چې ( :په افغانستان کې پولیو پوره ختمه شوې نه ده) ولیکي (:له
بده مرغه په ګران هیواد افغانستان کې ال تر اوسه پورې پولیو په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې).
تاکیدي سبک یا په وینا کې تاکید ته ضرورت یو بل هغه علت دی چې مرکب قیدونه یې وار په وار
زیات کړي دي ( .په صراحت ویل) او ( په صراحت سره ویل) یوه معنا لري ،مګر په دویم عبارت
کې د ( سره ) کلمې اضافه کولو ټینګار اضافه کړی دی .لیکوال یونیم ځای ټینګار ته اړتیا ویني او
دغه وخت شاید داسې ونه لیکي چې ( په جبر یې واده کړه ).بلکې ولیکي چې ( په جبر سره یې واده
کړه ).ژبپوهان وایي ،کلمې د تکرار په وجه اشنا او عادي کېږي او کاروونکي یې ځان مجبور ویني
چې د تاکید لپاره یو څه ورباندې اضافه کړي.
د وضوح اړتیا هم یونیم ځل د دې باعث کیږي چې قیدي عبارت اوږد شي .خلک وایي ،پالنی یې په
بې رحمۍ وواژه؛ خو لیکوال ممکن ولیکي ؛پالنی یې په بې رحمۍ سره وواژه .د ( سره) له زیاتولو
به د لیکوال مقصد دا وي چې له لومړۍ جملې څخه هسې نه خلک دا معنا واخلي چې پالني بې رحمه
کوله ،نو ووژل شو.
هغه مرکب قیدونه چې تاسې یې تر اوسه مثالونه ولوستل ،په درې ډوله ویشالی شو ( :د +اسم +په
+توګه یا ډول) بل ( :په +صفت +ډول یا بېلګه) او دریم ( :په +اسم +سره)
په پښتو کې تر صفت لرونکو مرکبو قیدونو اسم لرونکي مرکب قیدونه طبیعي ښکاري .خلک داسې نه
وایي چې :دوی په مشترک ډول کار کوي ،بلکې وایي :دوی په شریکه کار کوي.
د مخزن االسالم په ملحقاتو کې کریمداد لیکي ( :اول زده کړه چې وجود د حق ژوندی دی ،تل تتله بې
زواله ،نه په ساه نه په اروا دی ).کریمداد له ( سا) او ( اروا) وروسته ( سره ) نه ورکوي .په تاریخ
مرصع کې لولو ( :نقل دی چې څو کاله خشي په فراغت په کابل تېر کړه ).او دا بله جمله د
عبدالقادرخټک د ګلدستې ده ( :هر ګاه چې مقربان د پادشاه په دا حال خبر شو ،په اکرام ،په عزت یې
وروستم).
په پخواني نثر کې د مرکبو قیدونو یوه لویه برخه د ( په +اسم ) په طریقه جوړېده .په دې لړ کې د
نثر اوسني استادان تر ډېره حده د پخوانو پیروي کوي او په شعر کې چې ایجاز ته مایله ،کوټلې ژبه
یې ده،هسې هم اوږدو قیدونو ته چندان ځای نشته.
ایا داسې شعر مو یادیږي چې ( په بې رحمانه ډول) عبارت ورکې راغلی وی؟ زما خو نه یادیږي.
د نثر اوسنو او پخوانو استادانو له ( په +صفت +ډول یا توګه) یا ( د +اسم +په +توګه یا ډول)
څخه تر وسه وسه کمه استفاده کړې ده .په شعرونو کې هم ( په +صفت +توګه یا ډول) او( د +اسم
+په +توګه یا ډول) ډیر کم راځي.
دغه دوه قیدي ترکیبونه په اوسنو ژورنالستي نثرونو کې زیات دي او څرنګه چې د ژبې طبیعي مال نه
دي نو تکرار یې ممکن په لوستونکي یا اورېدونکي بوج شي او لیکنه مصنوعي او په لوی الس اوږده
شوې ورښکاره شي .موږ په مطبوعاتو کې لولو:
ښاغلی خواصي د ولسي جرګې د منشي په توګه وټاکل شو .دلته که ولیکو چې ( منشي وټاکل شو ).ال
به بهتره وي.
حال دا چې عام خلک وایي او سم وایي چې :ده لس زره افغانۍ بډې ورکړې.
تر دې جملې چې ( هغه د یو لوی انسان په توګه ،په نړۍ کې سوله غوښته) دا جملې په پښتو کې
طبیعي ښکاري:
هغه یو لوی انسان و او په نړۍ کې یې سوله غوښته.
حال دا چې دا جمله بهتره او سمه وه :تلویزیون امتحاني خپروونې پیل کړې.
( امتحاني ) د ( خپروونې) صفت دی .موږ ډیر ځله د پاسني ترکیبي قید ( په امتحاني ډول) په ځای د
هغه د منځ له صفت ( امتحاني) څخه استفاده کوالی او مناسبه جمله جوړوالی شو .یو بل مثال:
تر بحث الندې ترکیبونه په ژبه کې نور ځای ناستي هم لري چې د ښکال،تنوع ،سالست او یا د ال
وضوح په خاطر پکار ده پام ورته وشي .مثال د ( په +اسم +کې) ترکیب یې کله نا کله مناسب ځای
ناستی دی:
د مخزن السالم په سریزه کې پروفیسر تقویم الحق کاکاخېل لیکلي دي ( :بایزید په واضحو الفاظو کې
دا نه دي لیکلي چې خیبرالبیان آسماني کتاب دی ،هغه ورته الهامي کتاب وایي).
دغه راز کله کله تکراري قیدونه ( لکه :ژر ژر ،بیابیا )...تر ( په +اسم +سره ) قیدونو ال ښه معنا
رسولی شي .مثال ،تر دې چې ووایو :هغه په احتیاط سره ګامونه اخیستل؛ ممکن دا جمله بهتره وي:
هغه په احتیاط ،احتیاط ګامونه اخیستل.
د ( په +اسم +سره) قید ځینې بېلګې چې د ترجمې له الرې راغلې دي او په پښتو کې پردۍ لګي،
هغه وخت نثر بې خونده کوي چې ډېره استفاده ورنه وشي .مثال ( په پام سره) قید چې که مجبوریت نه
وي ،ډډه ورنه پکار ده .مونږ په اخبارونو کې لولو ( :دې ته په پام سره چې وچکالي ده ،له بزګرو
سره مرسته پکار ده).