Professional Documents
Culture Documents
سریزه :
خطي نسخې یا الس کښنې په نړۍ او ځانګړې& توګه پښتو ادب کې لرغونې مخینه لري .نړۍ او په
ځانګړې توګه آریانا& ،چین ،مصر ،یونان کې تر اسالم وړاندي& خطي نسخې پر لرګیو ،د غویانو پر
پوستکود& خرما پر پاڼو ،ټوکر ،هډوکو ،فلزي او طاليي ټوټواو& نورو څيزونو باندي لیکل کېدلې .بشر د
خپلې پوهې ،علمي ،فرهنګي او حقوقي میراث د بقا او تر نوي نسل پورې رسول د خطي نسخو په مټ
کول .د عصري ټکنالوژۍ او ماشینرۍ& تر منځته را تګ وړاندې همدې خطي نسخو د انسان د معنوي
1
امانت چارې سرته رسولې .خطي نسخې د موډرن چاپي کتاب پخوانۍ& بڼه ده ،هغه چې انسانانو& به په
الس په خطي بڼه لیکلې.
د پام وړ کلمې :نسخه ،خط ،مخینه کتابت ،استنساخ ،نسخ،کتاب،کاغذ ،رنګ ،پښتۍ.
خطي نسخې په لغت کې:
په لغت کې خطي نسخې یو مرکب نوم دی ،چې له دوو& کلمو څخه جوړ سوی& دی ،لومړی خطي نسبتي
صفت دی ،خط ته منسوب ،د چاپ په مقابل کې الس کښنې ته وايي( )1دوهم نسخَ یا نسخه ؛ هغه کتاب
چې په الس لیکل کیږي ،هغه اصل کتاب چې له هغه څخه بل ولیکل سي ،یا هغه السي لیکلې پاڼه چې
معالج ډاکتر د خپل ناروغ& لپاره درمل پکې لیکلي وي( ، ) 2په ټوليزه توګه هره لیکنه چې د کتاب په بڼه
پر کاغذ ،پوست ،پاڼو ،ونو& پر پوټکو& ولیکل سي خطي نسخه يې بولي.
د مخطوطة تعريف& او معنى في معجم المعاني الجامع -معجم عربي عربي
َمخطوطة( :اسم .1
مؤنَّث مخطوط o
َم ْخطوط ،كتاب أو وثيقة أو نصّ مكتوب باليد ل ّما يطبع بعد o
هغه کتاب ،مخطوطه او وثیقه چې په الس لیکل سوې وي او وروسته طبع سي o
َمخطوط( :اسم .2
المؤنث :مخطوطة o
مفعول ِم ْن خَطَّ o
ال َم ْخطُوطُ : كتاب أو نصّ مكتوب باليد ل ّما يُطبع بعد o
ب الَّتِي خَطَّهَا القُ َد َما ُء بِأ َ ْي ِدي ِه ْ&م قِ ْس ُمْ ال َم ْخطُوطَا ِ
ت : القِ ْس ُم الَّ ِذي يَحْ ت َِوي& َعلَى ال ُكتُ ِ o
هغه ډول لیکنې چې پخوانیو خلکو په الس کولې o
مخطوط( :اسم .3
مخطوط : اسم المفعول من خَطَّ( )3 o
په عام ډول ټولې هغه کتابي لیکنې چې پخوا به خلکو په الس کولې مخطوطې بلل کېږي&.
په اروپايي ژبو کې خطي نسخې ته Manuscriptوايي چې له دوو& التیني کلمو Manuد(الس) او
معنی ،ښندي& او کتيبې ته Inscriptionوايي .په کمبریج ډیکشنري کې خطي نسخې
ْ scriptد(لیکنې)
داسې را پېژني:
):man·u·script(măn′yə-skrĭpt′
A handwritten book, poem, or other document, or a collection of such han .1
.dwritten documents bound together
1
:فرهنګ متوسط دهخدا ،جلد دوم ،چاپ اول ۱۳۸۵ش ص۱۱۸۴،
2
:فرهنګ متوسط دهخدا ،جلد دوم ،چاپ اول ۱۳۸۵ش۲۹۸۸،ص
>3
عربي: 3 معجم المعاني الجامع -معجم عربي
2
: ۱هغه السي لیکلی کتاب ،که شعري ټولګه یا بله لیکنه او مجموعه وي ،چي په الس لیکل
سوی وي خطي نسخه بلل کیږي.
A version of a book, article, or other work before being published or prep .2
.ared for publication
:۲د کتاب هغه متن او بل السي کار چې ال چاپ او خپور سوی نه وي؛خطي نسخه وي.
)4(Handwriting, especially in contrast to print .3
:۳هغه الس کښنه په ځانګړې توګه ،چې چاپ سوې نه وي ،خطي نسخه ورته وايي.
د خطي نسخې تعریف:
پوهانو د خطي نسخو& تعریف داسي کړی دی :هغه لرغوني او پخواني& کتابونه ،چې دځانګړي لیکوال
له خوا پر یوې ځانګړي موضوع& په الس لیکل سوي وي خطي نسخې بلل کیږي .شرط دا چې لکه
سندونو ،قبالو& او مکتبونو& له السي لیکونو& څخه بېل وي.
دخطي نسخو په تعریف کې د کاغذ ،السي کښنې خبره اړینه ده.
ترڅنګ يې اوس مهال هغو علمي ،ادبي او تاریخي& السي کښنو ته هم خطي نسخې وايي ،چې لیکوال یا
خطاط په الس لیکلې او چمتو کړې وي چې چاپخانې ته يې د چاپ لپاره واستوي.
د نسخې ریښوي& کلمات:
نُسّاخ :نسخه لیکونکی ،هغه چې دکتاب یا بلې لیکنې څخه لیکنه وکړي &،ناسخ.
نَسّاخ :ناسخ،کاتب ،خطاط ،هغه څوک چې له یوه شي نسخه ولیکي.
نَسخ :دشپږګونو ښکلو خطونو& څخه یو ډول چې قرآني خط هم ورته وايي.
نُسخَ ت :نوشته ،لیکنه ،مکتوب ،یاداښت.
نُسخت کول :لیکل ،یاداښت کول.
نُسخه :هغه لیکنه چې پر کاغذ باندې د شخص له خوا په الس وليکل سي ،یا هغه پاڼه چې معالج ډاکتر
خپل ناروغ ته درمل پرې ليکلې وي.
نُسخه اخیستل :کتاب یا مکتوب ،دبل کتاب یا مکتوب له مخي لیکل.
استنساخ :نسخه اخیستل ،دکتاب له مخې نسخه ایستل ،یو مطلب د یوې بلې لیکنې له مخې لیکل)5 (.
4
:Cambridge dictionary,vol 2,online
5
:دکتر غالمرضا فدایی ،آشنايي با نسخ خطي وآثار کمیاب ،چاپ چهارم۱۳۹۲ ،ش،تهران،ص ۱۱
3
په خطي نسخو& کې ارزښتناکه خبره د هغوی لرغونتوب دی ،یعنې هره خوانا او بشپړه نسخه چې یا
مؤلف په خپله لیکلې وي یا هم د هغه په غوښتنه بل خطاط& لیکلې وي او مخینه یې زیاته وي ،د ارزښت
وړ وي .دلته یې دوو مهمو ارزښتونو& ته نغوته کوو:
الف :د نسخې لرغونتوب& او عتیقه توب antiqueدی،په ځانګړې توګه که د لیک ښکال ،تذهیب،
تجلید ،او نقاشي ــ مېناتوري& څخه د نسخې په ښکال کې ګټه اخیستل سوې وې.
ب :د نسخې علمي او تحقیقي اړخ :یعنې که نسخه تصحیح ،چاپ او خپره سي د متن ،سبکپوهنې&،
علمي او تحقیقي چارو ته الره پرانیستل کېږي) ۵6(.
د خطي نسخو دکښلو انګېزه:
د خطي نسخو کښل ځانته ځانګړې بشري انګېزه او علت لري ،دلته یې یوازې د دریو& اړینو انګېزو
یادونه کوو:
الف :علمي انګېزه:
بشر د تاریخ په اوږدو& کې راتلونکو نسلونو& ته د دیني ،مذهبي ،علمي او فرهنګي& میراث د لېږد
لپاره د خطي نسخو ليکلو ته مخه کړه .دا انګېزه د دې المل سوه چې دا مهال په نړۍ کې په مختلفو
برخو کې سلګونه زره خطي نسخې تر موږ پورې را رسېدلې& دي اوسنی نسل یې تر تصحیح وروسته
ټولنې ته دګټې اخیستې لپاره وړاندې& کوي.
تعلیمي او تربیوي انګېزه:
د خطي نسخو دکښلو او خوندیتوب& یوه اړینه انګېزه نوي نسل ته د سالمې تربیې او تعلیم انتقال و،
عالمانو ،د خپلو شاګردانو د روزلو لپاره په حجرو ،مدرسواو مسجدونو کې او صوفیانو& دخپلو ُمریدانو&
د روحي تزکیې& لپاره په خانقاو کې خطي نسخې لیکلې ،چې په اسالمي نړۍ کې يې خاص ارزښت او
درنښت درلود.
6
:آشنایی با نسخ خطي ،مخکنی اثر۱۲ ،مخ
4
ُ :۳مرقع نسخې:
دا ډول خطي نسخې په لرغونې آریانا او ورسته په وړه آسیا او د هند نیمه وچه کې دود وې .مرقع
نسخې د خط له قطعو& او نقاشۍ څخه جوړېدلې& او صحافانو د قطعو له یوځای کېدو څخه صحافي&
کولې .دا ډول نسخې آریایانو له چینایانو& څخه زده کړې وې.
:۴کتابي نسخې:
له دې ډول نسخو څخه موخه اوسني کتابونه دي ،چې پخوا یې ورته کدکس ()۶7وایه ،اوس د نړۍ
ډېرې مروجې& نسخې همدا دي۷8.
دخطي نسخو دخوندیتوب ځایونه:
خطي نسخو ته په معاصرو پېړویو کې زیات پام نه کېده ،دې چارې ته لومړی ختیځ پېژندونکو& په
۱۹او ۲۰پېړۍ& کې توجه وکړه .معاصرو& استعماري& ټولواکیو& لکه دهند شرقي کمپنۍ د هند له نیمي
وچې ،فرانسې له منځني ختیځ څخه یو زیات شمېر کتیبې او خطي نسخې چور کړې .او خپلو
موزیمونو کې یې خوندي& او فهرست& بندي کړې ،د خطي نسخو خوندیتوبب لپاره دا مهال څلور عمومي
مرکزونه پېژندل سوي& دي ،لکه موزیمونه ،آرشیفونه ،عامه کتابتونونه او د خلکو شخصي کتابخانې&.
د خطي نسخې مادي اجزاوي
د خطي نسخو مادي اجزاوي په الندي ډول دي :کاغذ ،رنګ ،مشواڼۍ،قلم& ،پښتۍ ،غچي ،قلم
تراش،برس ،توږونکی ،سوری& کوونکی ،خط کش او نور...
د نسخه لیکلو پاڼې:
د بشر د ژوندانه له پیله کله چې انسان ،پر لیک کښنه برالسی& سو د خپل نظر د څرګندولو لپاره یې
خپل علوم او نظریات په طبیعي رنګونو& پر توکو& کښل ،لکه خټین توکې ،ډبرې ،طال او
فلزات،دڅارویو پوستکي،دڅارويو& او ژویو& هډوکِي ،پاپیروس یا قرطاس ،د ونو پاڼې او پوټکي.
دوهمه مېالدي پېړۍ& کې دکاغذ اختراع دبشر& له خورا ارزښتناکو& اختراعګانو څخه وه .علم ورسره
پراختیا او پرمختیا وکړه .دکاغذ خورا لرغونی شکل پاپیروس& کاغذ دی ،چې دوه زره کاله له مېالده
مخکي د پاپیروس په نوم جګې ونې له مغز څخه جوړېدل .وروسته ۱۰۵م کې چینایانو ،په لسمه
مېالدي پېړۍ کې هندیانو د(تاري) په نوم ونې څخه دکاغذ لپاره استفاده وکړه.کله چې ابومسلم
خراساني په دوهمه هجري پېړۍ& کې چینایان په جګړو& کې ونیول،په هغو کې يې یو شمېر د کاغذ
جوړولو& په فن کې ماهر وو له دې الرې افغانستان ته هم دکاغذ جوړولو& فن راغی او په بېالبېلو&
ځایونو کې کاغذ جوړول& پیل سول ،دې کې د هلمند په زینداور& کې هم کاغذ جوړېده چې زینداوری&
کاغذ یې باله)9(.
د کاغذ ډولونه:
چینايي کاغذ ،هندی کاغذ،فرنګي& کاغذ،سمرقندي& کاغذ ،ورېښمین کاغذ ،بخارايي کاغذ ،طاهري
کاغذ ،ماموني کاغذ ،نوحي کاغذ ،منصوري کاغذ ،فرعوني کاغذ،کشميري& کاغذ ،مصلوح کاغذ،
7
Codex :
8
9
:حبیب هللا عظیمي،نسخه شناسی/کاغذ درنسخه شناسی وکتاب پردازی نسخ خطی،ایران ۱۶۹ – ۱۳۸۶،۱۶۸،مخونه
5
سلیماني کاغذدولت ابادي کاغذ ،عادلشاهي کاغذ ،بغدادي کاغذ ،آملي کاغذ ،خونج کاغذ ،عالیشاهي
کاغذ ،شامي کاغذ ،حموي& کاغذَ ،حلَبي کاغذ ،دمشقي کاغذ ،ابري کاغذ او نور...
د خطي نسخې تر لیکلو وروسته مؤلف هڅه کوي چې خپل اثر ته ښکلې او ټینګه پښتۍ ورجوړه
کړي .دجلد او پښتۍ جوړولو& هم په پخوا کې خپل فنکاران درلودل &.ښارونو& او کلیو کې به د
صحافۍځانګړې& دوکانونه پرانیستي& وه.
پایله:
لرغونې دوره کې چي ال کاغذ نه و اختراع سوی ،خلکو دلیکلو لپاره ،د ډبرینو او خټینو ټوټو ،څارویو&
له پوستکو،د ونو له پاڼو او پوټکو ،دژویو له هډکو څخه استفاده کول چې بېلګي يې دنیل په وادي او
لرغوني بابل کې ډېرې الس ته راغلې دي .کله چې کاغذ په چین کې د (تسای لون) په مټ په (۱۰۵م)
مېالدي کې اختراع سو د خطي نسخو& کار تر مخکني ډول چټک ،منظم او ښکلی سو ،علم پراختیا
ومونده)۸(.
خطي نسخه لیکنه په لرغونې آریانا& او اوسني افغانستان کې ډېره لرغونتیا& لري ،په پخوانیو وختونو کې
به واکمنانو په خپلو دربارونو کې دبیرخانې& او لیکنځایونه درلودل ،کاتبان او خطاطان به ګمارل سوي
وو ،د دربار اړوندې& پیښي به یې لیکلې ،دا چاره معموالً په ټولو شاهي دربارونو کې دود وه ،ځینو
لیکوالو او شاعرانو به بیا په آزاد ډول خپل اثار یا په خپله یا هم د خطاطانو& او کاتبانو& په وسیله لیکل،
د بېلګې په توګه پیرو روښان به د خپلو اثارو یو زیات شمېر& نسخې په خپلو ُمریدانو& او کاتبانو& ليکلې
او دخپراوي لپاره به یې د شاهانو دربارنو او د ملکانو حجرو ته لېږلې چې روښاني فکر او تصوف&
په سیمه کې خپور کړي.
ماخذونه:
:۱فرهنګ متوسط& دهخدا ،جلد دوم ،چاپ اول ۱۳۸۵ش ص.۱۱۸۴،
:۲فرهنګ متوسط& دهخدا ،جلد دوم ،چاپ اول ۱۳۸۵ش۲۹۸۸،ص.
.معجم المعاني الجامع -معجم عربي ـــ عربي ۳:
Cambridge dictionary,online ۴:
: ۵دکتر غالمرضا فدایی ،آشنايي با نسخ خطي وآثار کمیاب ،چاپ چهارم۱۳۹۲ ،ش،تهران،ص .۱۱
: ۶آشنایی با نسخ خطي ،مخکنی اثر۱۲ ،مخ.
.Codex :۷
:۸عظیمي ،حبیب هللا ،نسخه شناسی/کاغذ درنسخه شناسی وکتاب پردازی& نسخ خطی،ایران،
۱۶۹ – ۱۳۸۶،۱۶۸مخونه.
6