You are on page 1of 2

‫د تاريخي اثارو ساتنه جدي پاملرنه غواړي‬

‫لرغوني آثار او ځايونه‪ ،‬چې زموږ ملي او كلتوري شتمني ده‪ ،‬پر بيال بيلو محيطي ( چاپيريال )‬
‫او اقليمي زيانونو سربيره‪ ،‬كور ګډو تنظيمي او كورنيو جګړو هم زيانمن كړي او له منځه وړي‬
‫دي‪.‬‬
‫ځينې دغه آثار‪ ،‬د بيال بيلو حكومتونو د نه پاملرنې له وجهې له هيواد څخه په پټه بهر ته‬
‫ليږدول شوي او په ډيرو لږو پيسو پلورل شوي دي‪ ،‬لكه چې په هيواد كې د تيرو تنظيمي‬
‫جګړو په ترڅ كې د كابل موزيم او ملي آرشيف چور او تاالن شول‪.‬‬
‫همدا شان د هيواد په بيالبيلو سيمو كې په پټه او غال كيندنې كيدلې او آثار يې د قاچاقو په‬
‫ډول له هيواد څخه بهر وړل كيدل‪.‬‬
‫طالبانو هم په خپل وار له دغو ملي شتمنيو سره جفا وكړه او د باميانو بت يې په دې پلمه‪،‬‬
‫چې ناروا او د شريعت خالف دى په ډيره بې رحمۍ په بمونو والوزاوه‪.‬‬
‫ډيرۍ دغه كيندنې ال اوس هم د هيواد په بيالبيلو سيمو كې د محلي قوماندانانو‪ ،‬ټوپك‬
‫ساالرانو او زور واكانو له خوا په پټه تر سره كيږي‪.‬‬
‫ويل كيږي‪ ،‬چې ځينې بهرنيان هم د هيواد په جنوب او شمال كې كيندنې كوي‪ ،‬خو له بده‬
‫مرغه دولت د دوى له دغه كار څخه يا خو خبر نه دى او يا خو يې په وس پوره نه ده‪ ،‬چې دغه‬
‫موضوع وڅاري او نه هم په دې هكله كوم ځانګړى قانون شتون لري‪ ،‬چې د هغه په تطبيقولو‬
‫سره د غير قانوني كېندنو او قاچاقو بشپړ مخنيوى وشي‪.‬‬
‫په دې برخه كې كومه بله اندېښنه‪ ،‬چې ډېره ځوروونكې ايسي هغه د تاريخي ځايونو په‬
‫ساتنه كې د دولت نه پاملرنه ده‪ .‬د بلخ په واليت كې همدا اوس ‪ ۳۰‬تاريخي ځايونه‪ ،‬چې په‬
‫بيال بيلو دورو پورې تړاو لري‪ ،‬د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي‪ .‬په دغه واليت كې پر مركز‬
‫سر بيره‪ ،‬په ګڼو ولسواليو كې هم تاريخي ځايونه شته‪ ،‬چې كه پام ورته ونه شي له منځه‬
‫تالى شي‪ .‬د بلخ د اطالعاتو او كلتور د رئيس په وينا دغه لرغوني آثار په باختري‪ ،‬كوشاني‪،‬‬
‫غزنوي‪ ،‬بودايي‪ ،‬تيموري‪ ،‬سلجوقي‪ ،‬ساماني او نورو دورو پورې تړاو لري‪.‬‬
‫د مزار د پخواني ښار ديوالونه‪ ،‬چې د كوشاني دور دي‪ ،‬د جګړو په مهال وسلوالو په كې‬
‫سنګرونه جوړ كړي وو او خورا زيات زيان ورته اوښتى دى‪.‬‬
‫د دغو ديوالونو په دېرش كيلو مترۍ كې كيندنه او كښت نا قانونه دى‪ ،‬خو بزګرانو خپل پټي تر‬
‫يادو شويو ديوالونو پورې غځولي دي‪ .‬په ځانګړي ډول د ( نو ګونبز ) جومات‪ ،‬چې په ‪۳۳۰‬‬
‫قمري كال كې جوړ شوى‪ ،‬د عيارانو برج‪ ،‬چې په دوهمه او درييمه قمري پيړۍ كې جوړ‬
‫شوى‪ ،‬د خواجه عكاشا مزار‪ ،‬چې د غزنوي دور‪ ،‬د نو بهار آتشكده او تپه‪ ،‬چې په كوشاني دور‬
‫او يو شمير نور آثار‪ ،‬چې د بيال بيالبيلو لرغونو دورو پورې اړوند دي‪ ،‬د له منځه تللو له جدي‬
‫ګواښ سره مخ دي‪.‬‬
‫پر دې سربېره كومه بله ستونزه‪ ،‬چې د تاريخي اثارو غټه اندېښنه يې راوالړه كړې‪ ،‬هغه‬
‫بهرنيو هيوادونو ته د نندارې لپاره د تاريخي اثارو لېږدول دي‪ ،‬تير كال د نړيوالو د نندارې لپاره‬
‫ځينې تاريخي آثار له هيواد څخه بهر د فرانسې هيواد ته يووړل شول‪ ،‬په داسې حال كې‬
‫چې د لرغونپوهانو په وينا‪ ،‬دغه آثار بايد د يوې مشخصې پروسې له مخې‪ ،‬چې حد اقل درې‬
‫كلونو كې بشپړه او د يوه اوچت نړيوال تضمين په شتون كې يو بهرني ملك ته ولېږدول شي‪.‬‬
‫خو په هخواشينى سره‪ ،‬چې دغه پروسه په نيمګړې توګه د څو مياشتو په موده كې تر سره‬
‫شوه‪ .‬په دې برخه كې د اندېښنې وړ خبره دا ده‪ ،‬چې په لنډ مهال كې دا نه شي تثبيتېداى‪،‬‬
‫چې ايا بېرته اصلي اثار افغانستان ته رالېږدول كېږي او يا تقلبي؟‬
‫د پورته يادو ستونزو د له منځه وړلو لپاره په كار ده‪ ،‬چې اړوندې ادارې يوه سالمه او عملي‬
‫ستراتېژي او جدي قانون وضع كړي‪ .‬پرته له دې دا ناشونې ده‪ ،‬چې د خپلسرو كېندنو او د‬
‫تاريخي اثارو د غال او قاچاقو مخنيوى وشي‪.‬‬
‫كه د وخت واكمنانو د دغو شتمنيو په ساتنه كې پاملرنه كړې واى‪ ،‬اوس به موږ يو زيات شمير‬
‫تاريخي آثار په واك كې درلودل او كوال ى به مو شول‪ ،‬چې د دغو آثارو نندارې ته د اېښودو له‬
‫الرې زيات عايد تر السه كړو‪.‬‬

You might also like