You are on page 1of 1205

‫‪1 of 1205‬‬

‫افغانستان ته‬
‫د تاریخ په هنداره کې‬
‫یوه کتنه‬

‫واقعیتونه‬
‫او‬
‫ځینې ترخې کیسې …‬

‫لیکوال‪ :‬ب‪ .‬آزاد‬


‫‪2 of 1205‬‬

‫ملړۍ برخه‬

‫کابل‬
‫کال ‪۱۳۸۳‬‬
‫‪2004‬‬
‫‪3 of 1205‬‬

‫سریزه‬

‫کله کله داسې پښتنې کیږي چه آیا په دې اوسني‬


‫افغانستان کې مخکې له اسالمه څه تیر شوي او یا څه‬
‫تیریدل؟ آیا پدې خاوره کې څوک اوسیدل؟ عقیدې یې څه‬
‫وې؟ په کوم نژاد مربوط وو؟ او په هماغو لیرې زمانو کې‪،‬‬
‫په شا او خوا ملکونو کې څه تیریدل؟ او د افغانستان د‬
‫هغو زمانو د اوسیدونکو سره یې څه ارتباط درلود؟ دا هغه‬
‫پوښتنې دي چه د هر با وجدانه افغان سینې ته ګوته‬
‫نیسي‪ ،‬پدې هوشدار چه که دا خاوره او پدې خاوره کې‬
‫خلک اوسیدل‪ ،‬نو دې خلکو به هم خپلې کیسې درلودلې‬
‫چه هغه زمونږ نیکونه وو‪ .‬که ددې سیمې خلکو د متجاوزو‬
‫او باربارو عربو د لښکرو په مقابله تر ‪ ۲۵۰‬کلونو پورې‬
‫مقاومت وکړ‪ ،‬چه د بشریت په تاریخ کې هیڅ قام یا ملت‬
‫دومره په دفاع ندي دریدلي‪ ،‬نو دې خلکو به تاریخ هم‬
‫درلود‪ .‬نو دا کیسې څه شوې؟ چیرته دي او ولې مونږ ونه‬
‫لوستلې؟ مونږ په رسمي یا غیر رسمي د تاریخ په کتابونو‬
‫کې د هغوی په هکله حتا لس پاڼې ال نلرو چه ویې لولو‪.‬‬
‫‪4 of 1205‬‬

‫بلکه هغه څه چه لرو او ښونځیو کې یې لولو هغه د هماغو‬


‫متجاوزینو او قاتالنو تحریف شوي کیسې دي چه له‬
‫سلګونه کیلومترو لیرې‪ ،‬د حجاز د سوزنده صحراه نه‬
‫راغلي وحشي عرب وو چه تورې په الس زمونږ خاورې او‬
‫کورته راغلي وو‪ .‬زمونږ نیکونه یې وژل‪ ،‬مال او ثروت یې د‬
‫غنیمت په نامه چورکول او زمونږ خویندې‪ ،‬میندې او تنکي‬
‫هلکان یې په کنیزي یا غالمي بوول‪ .‬حال دا چه زمونږ‬
‫نیکونو عربو ته نه کوم ضرر رسولی وو او نه توره په الس د‬
‫هغوی خاورې ته په تجاوز تللي وو‪ .‬مګر مونږ د هماغو‬
‫متجاوزینو کیسې لولو‪ ،‬په هغو کیسو فخر کوو او خپلو‬
‫نیکونو ته کافران وایو‪.‬‬
‫دا هغه د شرم کیسې دي چه مونږ ته زمونږ خپلو په‬
‫اصطالح تاریخ پوهانو را کړي دي او مونږ یې په ښونځیو‬
‫کې د تاریخ د مضمون تر عنوان الندې لولو‪ .‬ځکه نو زمونږ‬
‫د نیکونو کیسې د تل لپاره د خاورو الندې پاته شوې‪ ،‬چه‬
‫دا د درد خبره ده‪.‬‬
‫او د همدغه درد کیسې دي چه پدې پاڼو کې به لیکل کیږي‬
‫او د تاریخ له خاورو الندې د داسې درد پراته علتونه د قلم‬
‫‪5 of 1205‬‬

‫په څوکې د راویستلو هڅه به مونږ له بل هغه درد سره‬


‫مخامخوي‪ ،‬چه کله د افغانستان په خاوره کې د‬
‫روشنفکرانو په نوم یو قشر پیدا شو‪ .‬نو دې قشر د‬
‫راتلونکو نسلونو اذهان پداسې لیکنو ګمراه کړل چه هغه د‬
‫ګناه تیارې وې‪ ،‬چه ئې د تیرو شوو حقیقتونو په سر تیتې‬
‫کړلې او د تاریخ په نوم موضوع بیا د همدې روشنفکرانو د‬
‫قلم او تبلیغ له دروغجنو او تحریف شوو جملو او ګناوو‬
‫الندې پاته شولې‪ .‬خلک یې منحرفه کړل او په دروغو‬
‫افتخاراتو یې وتړل‪ .‬حتا زمونږ د شاهانو او امیرانو د‬
‫ظلم‪ ،‬وحشت‪ ،‬چور‪ ،‬غال او د بې ګناه انسانانو د عام قتل‬
‫اعمال یې وستایل او په فخر یې یاد کړل‪ .‬خوږې او له‬
‫حقیقته لیرې کیسې یې راته وکړې‪ .‬د نورو په قهرمانیو یې‬
‫ونازولو او راته وویل شول چه مونږ زمریان یو‪ ،‬باغیرته یو‬
‫او پنځه زره کاله د ویاړ تاریخ لرو‪ .‬نتیجه دا شوه چه مونږ‬
‫هیڅ ترالسه نکړل او په یویشتمه پیړۍ کې یو بې علمه‪،‬‬
‫ګدایګر‪ ،‬جاهل‪ ،‬احتیاج او تر خپلو منځو یو دښمن ملت را‬
‫څخه جوړ شو‪.‬‬
‫‪6 of 1205‬‬

‫یو قام یا ملت هغه وخت ویښیږي چه په حقیقت پوه شي‪.‬‬


‫ډیر ځله حقیقت تریخ وي او په حقیقت پوهیدل د ترخو‬
‫کیسو د آوریدلو توان او ظرفیت غواړي‪ .‬بد درد ته بده دوا‬
‫پکار ده‪ ،‬نو دا تریخ او بې خونده غوړپ باید تیر کړو‪ ،‬تر‬
‫څو ددې شرمونکي درد علتونه له منځه ویسو‪.‬‬
‫پدې نړۍ کې آباد ملتونه له ترخو کیسو څخه تیر شوي‬
‫دي‪ .‬ناکام” ورته په ګوته شوي دي او علتونه یې مشخص‬
‫شوي دي‪ .‬نو پس له هغه ملت په متحد او متفق شکل الس‬
‫پکار شوي تر څو هغه علتونه له منځه یوسي او د روښانه‬
‫سبا په لور یې ګامونه اخیستي چه نن په خپلو پښو والړ‬
‫دي‪.‬‬

‫نور په افغانانو‪ ،‬باالخاصه په پښتنو د خوږو او درواغو‬


‫کیسو وخت تیر شوی‪ .‬پس له دومره ناخوالو‪ ،‬بربادیو‪،‬‬
‫دربدریو او بې عزتیو‪ ،‬دې ته را ورسیدو چه اوس باید‬
‫ترخې خبرې واورو‪ .‬تریخ حقیقت مو مخې ته کیښودل شي‬
‫او د آوریدلو او لوستلو حوصله پیداکړو‪ ،‬ځکه چه د‬
‫سلطان محمود او میرویس خان او احمد خان او‬
‫‪7 of 1205‬‬

‫خوشحال خان او ایوب خان او اکبرخان … د ُتورو‬


‫افسانو مونږ د یو بامسئولیته متفق ملت مرحلې ته ونه‬
‫رسولو‪.‬‬

‫دا یاداشتونه پداسې حال کې لیکل کیږي چه کابل د‬


‫اسالمي احزابو د عام قتل او ورپسې د طالبانو د اختناق‬
‫د تورې دورې څخه اوس اوس مټکې ساه آخلي‪ .‬په ټول‬
‫کابل کې نه کومه روغه کتابخانه پاته ده او نه هم کوم‬
‫علمي یا فرهنګي مرکز‪ .‬نو کوشش به وکړم چه د خپلې‬
‫حافظې په کومک د افغانستان د تیر تاریخ یوه وړه‬
‫هینداره جوړه کړم‪ ،‬تر څو لوستونکي پدې هینداره کې که‬
‫هر څومره وړه هم وي خپله ماضي وویني‪.‬‬
‫دلته اساسي مطلب د تاریخ له لوی روح سره مینه ده چه‬
‫زه ئې په عبادت کې شمیرم! تاریخ لټووم او پدې هیله چه‬
‫په پاکه آینه کې ئې خپل ځان وپیژنم او هغه دروغجن‬
‫کالي چه ماته پدې هیواد کې را آغوستل شوي دي او چه‬
‫زما خپل ژوند او هم زما تاریخي شخصیت یې په بیګانه‬
‫توب تړلی‪ ،‬نور له خپل ځانه وباسم‪ .‬ځکه چه هغو دروغو‬
‫‪8 of 1205‬‬

‫افغانان هیڅکله حقیقت ته ونه رسول‪ .‬د شلمې پیړۍ په‬


‫پای کې ګورو چه نه شنه زمریان وو‪ ،‬نه زوراور وو‪ ،‬نه‬
‫غیرتي وو او نه مو هغه څه درلودل چه د سیاالنو په منځ‬
‫کې مونږ ته د افتخار نښه وي‪.‬‬
‫نو دا ولې؟ آیا مونږ یو په یو د شلمې پیړۍ په پای کې‬
‫داسې پړمخې ولویدلو او که نه ددې لویدلو ریښې هماغې‬
‫لیرې ماضي ته رسیږي چه مونږ په خالصو سترګو ونه‬
‫لوستلې؟‬
‫زه افغان ته د نورو ډیرو لیکواالنو په څیر دروغ نشم‬
‫ویالی‪ .‬هغوی ته په خوږو مګر غولونکو الفاظو خطاب نشم‬
‫کوالی چه )ته باتور او شین ځمری ئې(‪ ،‬حال داچه که ته‬
‫لوستونکی افغان ځان ته او خپل کور او بیا خپل هیواد ته‬
‫فقط څو شیبې په واقعي نظر په پام وګورې؛ چه نه دغه‬
‫موټر زمونږ دي‪ ،‬نه د ژوند سامان آالت‪ .‬نه مو په کور او‬
‫جمات کې څراغ زمونږ دی‪ ،‬نه هم حتا یو ګوګړ چه مونږ د‬
‫خپل نغري اور په بل کړو‪ .‬او نه مو د ځان جامې زموږ د‬
‫فابریکې دي‪ .‬آیا همداسې نده لوستونکیه!؟‬
‫‪9 of 1205‬‬

‫نو ته وجدانا َ ووایه چه مونږ آیا غیرتي او باتور یاستو‪ ،‬که‬


‫نه ګدایګران؟ په یویشتمه پیرۍ کې یو پارازیت مخلوق‬
‫راڅخه جوړ شوی چه د نورو د الس په محصول تر خپلو‬
‫منځو کچه سیالي کوو‪ .‬آیا ولې؟‬
‫نو دا په خپل ځان یو فرض بولم چه د خپل توان او پوهې‬
‫په اندازه په لنډه توګه په هغو تاریخي حادثو یو څه رڼا‬
‫واچووم کوم چه له اسالمه مخکې او هم له اسالمه وروسته‬
‫تر دا نن پورې پدې خاوره کې تیر شوي دي‪ .‬او باالخاصه‬
‫چه د اسالم راتګ څومره ددې وطن خلک منحرفه کړي او د‬
‫نن ورځې بربادی ته یې رسولي‪.‬‬

‫نوټ‪ :‬دا په کالسیک او اکاډمیک شکل ترتیب شوی کوم د‬


‫تاریخ کتاب ندی‪ ،‬بلکه دا هغه کیسې دي چه زه یې په‬
‫ډیرو سختو شرایطو کې لیکم او کوشش کوم د نن ورځې‬
‫د ورانيو او بې عزتیو ریښې له ماضي سره پیوند کړم‪.‬‬
‫دا هغه ورځې هم دي چه کابل غواړي اوس اوس د‬
‫اسالمي احزابو له جنګونو او د طالبانو د وحشت له‬
‫کنډوالو څخه د یو امید په لور ساه واخلي‪ .‬دا هغه د شرم‬
‫‪10 of 1205‬‬

‫ورځې هم دي چه افغانانو د ټولې نړۍ ملنه نیولې ده‪ ،‬پدې‬


‫عذر او زاریو چه اې جهانیانو راش” ! او مونږ د خپلو‬
‫مسلمانو وطنوالو له شرارت څخه وسات” !‬
‫نو غواړم چه دا تاریخي معلومات د ځینو ترخو کیسو سره‬
‫د زړه له کومې لکه یو دوست د لوستونکو سره شریکې‬
‫کړم‪.‬‬
‫پدې تاریخي کیسو کې به ممکن ځینې حادثې لږ څه په‬
‫تفصیل سره بیان شوي وي‪ .‬خصوصا ً له میالده مخکې‬
‫حادثې‪ ،‬عقیدې او دهغو حادثو او عقیدو منطقوي ارتباط‬
‫په مجموع کې او د افغانستان سره یې ارتباط په خاصه‬
‫توګه‪ .‬نو لوستونکو ته پوره حوصله غواړم‪.‬‬
‫دا کتاب به هغو ځوانانو ته یوه ښه منبع او مواد وي‪ ،‬کوم‬
‫چه غواړي په راتلونکي کې د افغانستان د تیر تاریخ په‬
‫هکله څیړنې وکړي‪.‬‬

‫نو محترم لوستونکیه! لطفا ً دقیق یې ولوله او بیا د ځان‬


‫سره د ژور فکر کولو وروسته قضاوت وکړه !‬
‫‪11 of 1205‬‬

‫د سرطان د میاشتې‪۱۸ :‬‬


‫‪July 8, 2004‬‬

‫کابل‬

‫د هیواد په پایتخت کابل مې زړه خوږیږي‪ .‬له کابل څخه‬


‫یوه کثافت داني جوړه شوې ده او کابل له ګڼ شمیر‬
‫راغلو مهاجرو څخه ډک شوی‪ ،‬چه عجیبه تضاد پکې لیدل‬
‫کیږي‪ .‬کله چه انسان دا دومره د یو په یو پیدا شوو‬
‫آخري مودل شخصي موټرو ته ګوري او تر خوا ئې د‬
‫سړک په غاړه ګدایګران ویني‪ ،‬خصوصا َ ماشومان او په‬
‫چادریو کې سوالګرې ښځې‪ ،‬چه د کابل نفوس ئې تر‬
‫درۍ میلونو رسولی دی‪ ،‬نو د زړه درد پیداکوي‪ .‬او د‬
‫ګدایګرو ماشومانو شمیر له زروګونو آوړي‪ .‬د کابل د‬
‫ښار دننه سړکونه له تیرو کلونو جنګونو راهیسې ټول‬
‫وران او کنډ و کپر پراته دي‪ .‬نو بیا د انسان پکر د کابل‬
‫د اوسیدونکو د ژوند او د ذوق په مطالعه دریږي‪ ،‬پدې‬
‫پوښتنه چه دا شخصي بیشماره موټرې‪ ،‬دا تلواري منډې‬
‫د څه لپاره؟ د شخصي موټرو شمیر له پنځه سوو زرو‬
‫آوړي‪.‬‬
‫‪12 of 1205‬‬

‫کابل د درۍ میلونه نفوس او هم د دومره زیات شمیر‬


‫موټرو او ترافیک لپاره مساعد ندی‪ .‬کابل یو اوړ ښار دی‪.‬‬
‫کابل هم جنګ وهلی او هم د شپږو کلو وچکالیو ځپلی او‬
‫سپیره کړی دی‪ .‬دا ‪ ۲۵‬کاله کیږي چه پاک شوی ندی‪.‬‬
‫او ننی نسل ئې هم د کابل هغه پخوانی نسل ندی‪.‬‬

‫هغه پخوانی نسل دومره پوهیده چه خپل ښار پاک وساتي‬


‫او دومره پوهیدل چه شنې ونې د ښار ښایست دي‪ ،‬باید‬
‫ونه وهل شي او پرې نشي‪ .‬او دا د ښاري ژوند او‬
‫فرهنګ موضوع هم ده‪ ،‬خصوصا َ هغه ښار چه د ټول‬
‫هیواد پایتخت وي‪ .‬نو بیا ئې اوسیدونکي خپل پایتخت ته‬
‫د پوهنتون د لرلو د لوړ مقام او د عزت له سترګو ګوري‪.‬‬
‫کله چه د پایتخت له عزت نه خبرې کیږي په واقعیت‬
‫کې د یو پایتخت د اوسیدونکو له تعلیم او تربئې نه خبره‬
‫شوې ده‪.‬‬
‫د داسې معنوي بنیاد ملړنۍ فرهنګي تیږې د امیر امان‬
‫اله خان د همدغه فرهنګ دوسته شاه له خوا کیښودل‬
‫شولې‪ .‬چه د هغې زمانې معاصر پالنونه ئې شاهدي‬
‫دي‪.‬‬
‫‪13 of 1205‬‬

‫او بیا له ‪ ۱۹۱۹‬څخه تر ‪ ۱۹۲۹‬پورې چه که د "اماني"‬


‫لس کلنې تاریخي مرحلې باندې ئې یاده کړو‪ ،‬نو د تعلیم‬
‫او د تفکر په جهان کې یو نسل هم ترې پاته شو چه‬
‫کابل پدوی دروند ښکاره کیده‪.‬‬
‫خصوصا َ هغه مطلب چه د انسان د "شخصیت" د‬
‫جوړیدلو موضوع وي نو له هماغه شخص څخه پیل‬
‫کیږي‪ .‬تعلیم او معارف له همداسې انساني لوړ احساس‬
‫سره کمک کوي چه انسان ته همدا معنویت او شخصیت‬
‫بښي‪ .‬څومره چه بیا په خپل ځان ذلت نه مني نو خپل‬
‫پایتخت ته هم په درنه سترګه ګوري‪.‬‬
‫شاه امان اله خان همدا معنوی او انساني بنیاد په‬
‫فامیل کې لید چه هغه د نجونو او د ښځو تعلیم وو‪ .‬په‬
‫ملړي ځل د نجونو تحصیل رسما َ پیل شو‪ .‬ورسره د یو‬
‫ښکلي محیط او ماحول پالن پیاده شوی وو‪ .‬د پایتخت‬
‫ملنه د شیردروازې او د آسمائي غرونو غرب ته واړول‬
‫شوله‪ ،‬چه د داراالمان قصرونو په عصري ترینه معمارۍ‬
‫او مهندسي خپل ځان ښکاره کړ‪ .‬له قصرونو د شمال په‬
‫لور دوه ښکلي سړکونه وغزیدل او د ښاري ریل مرکز هم‬
‫جوړ شو‪ ،‬چه ډیروسایل او د ریل ماشین هم آماده شوي‬
‫وو چه د قصر څنګ ته وو‪ .‬له یوې خوا که د نوي تعلیم او‬
‫‪14 of 1205‬‬

‫معارف او نوو افکارو نسل روزل کیده‪ ،‬بله خوا د قصرونو‬


‫مخې ته د موزیم عمارت هم جوړ شو‪ .‬او هلته د پغمان‬
‫غرونو په خپله ملنه کې د ”ظفر تاق" په نوم د ‪۱۹۱۹‬م د‬
‫استقالل تاریخي یادګار ولید چه د پغمان له ښکلي‬
‫طبعیت سره د تمدن او معاصر مدنیت محیط په نوو‬
‫تعمیرونو د پایتخت اوسیدونکو ته د ښاري نوي ژوند او‬
‫نوي فرهنګ نوي افکار بښل‪ .‬نوی ژوند او نوی نسل او‬
‫نوی فرهنګي شخصیت درۍ واړه سره تړل شوي وو‪.‬‬
‫نوی تهداب ایښودل شوی وو‪.‬‬
‫له اماني نهضت څخه دا غږ ګام په ګام له نوي محیط‬
‫څخه آوریدل کیده چه کابل به نور د باالحصار په ملنو کې‬
‫تنګې تیارې کوڅې نه وي‪ .‬له تنګو تیارو کورونو څخه‬
‫راوتل‪ ،‬دا له تنګو پکرونو څخه د وتلو پیام هم وو‪ .‬چه ډیر‬
‫محصلین "هلکان او پیغلې" مختلفو خارجي هیوادونو ته‬
‫په مختلفو علومو کې واستول شول چه له تحصیل نه‬
‫وروسته بیرته خپل هیواد ته راستانه شول‪ .‬دا دیو پوه‬
‫نسل زیری هم وو‪.‬‬
‫د مطالعې وړ او دلچسپه موضوع داده‬
‫چه دا د دیموکراسي د بنیاد ایښودونکی او د علم او‬
‫معارف د انقالبي بیرغ پورته کونکی یو شهزاده او شاه‬
‫‪15 of 1205‬‬

‫وو‪ .‬چه دا شاه په خپل وطن مین آمان اله خان وو‪ .‬کابل‬
‫خپل یو داسې همالسی دوست پیدا کړی وو چه خذمت‬
‫ئې کوي‪ ،‬او قدر ورکوي او په نوو پالنونو ئې ښکلی او‬
‫پاک ساتي‪ .‬په واقعیت کې دې رنګه تالش ژوند ته د عزت‬
‫په سترګه د کتلو انساني احساس بیاناوو‪ .‬چه څومره‬
‫آمان اله خان په خپله دننه په ځان کې وړنګین او آزاد‬
‫ژوند په خپل ځان لوراوو‪ .‬نو ئې همدا الهام په خپل‬
‫محیط او ماحول کې هم لټاوو‪ .‬دا د هر انسان د درون‬
‫مائې د پیژندنې موضوع هم ده‪ .‬کله چه انسان پاکي ته‬
‫احترام لري‪ ،‬نو بیا همدا انسان دی چه د خپل ژوند‬
‫محیط ته مثبت تغیر ورکوي‪ .‬ورسره د داسې دروني نیکو‬
‫تمایالتو په لرلو هم د خپل پایتخت او هم د ټول وطن په‬
‫وړاندې په یو مسئولیت تړل کیږي‪ ،‬بیا هیڅکله دا نشي‬
‫ویلی چه په "ما څه“‪.‬‬

‫مګر نن دادی د کابل د ‪ ۲۰۰۴‬میالدي کال دردناکه څهره‪.‬‬


‫خصوصا َ هره خوا د کابل د خاکندازونو د چټلیو له بد‬
‫بوی سره یو ځای د کوڅو په منځ کې د ګنده اوبو ډنډونه‬
‫خپل اوسیدونکي بې تفاوته کړي دي‪ .‬او د داسې بد‬
‫محیط له بدو شرطونو سره عادت شوي دي چه د پاکولو‬
‫‪16 of 1205‬‬

‫عکس العمل نه ښکاره کوي‪ .‬که پیاده رو دي او که په‬


‫شخصي موټرو کې دي‪ ،‬مګر د ټولو په ذهن کې "په ما‬
‫څه" له سترګو خپلو کوڅو او چټلو سرکونو ته ګوري‪ .‬او‬
‫د دغو ګندګیو د خاکنداز له چټلیو ډک سطلونه پټه په پټه‬
‫د شپې د نورو کورونو د دروازې مخې ته آچوي‪.‬‬
‫د داسې افسوس ناکې څهرې سره یو بل آسماني‬
‫آفت هم یو ځای شوی دی چه هغه د عمومي شپږ کلن‬
‫وچکالیو نښې دي‪ ،‬چه له باد او توپان سره ئې ځان‬
‫ښکاره کړی دی‪ .‬آن تر دې چه سږ کال موږ د پسرلي د‬
‫موسم د حمل له میاشت سره د باران په ځای لیوني‬
‫بادونه ولیدل‪ ،‬چه ال په هماغه شدت دوام لري‪ .‬دا توپان ته‬
‫ورته بادونه له کوڅو‪ ،‬له سړکونو او پاس د کورونو له‬
‫خامو بامو څخه دوړې پاڅوي‪ ،‬پداسې قهر چه انسان‬
‫مخامخ په الره کې کتلی نشي او د باد له شدت څخه سم‬
‫ګام آخستی نشي‪ .‬موټرې په رڼا ورځ په پاڅیدلو دوړو‬
‫کې د خپلې الرې د لیدلو په منظور څراغونه لګوي‪ .‬څوک‬
‫نشي کولی چه د حمل له میاشتې تر دا ننه خپلې حویلۍ‬
‫ته ال هم په آرام زړه اووځي‪ ،‬بلکه له وتلو سره ئې ځان او‬
‫کالي پاک نه پاته کیږي‪ .‬چه ورسره د کوڅو له‬
‫خاکندازونو څخه او د ټول محیط د بدبویه اوبو او بدرفت‬
‫‪17 of 1205‬‬

‫چټل او ناپاکه حالت تعفن‪ ،‬د ژوند په شکنجې آوښتی‬


‫دی‪ .‬چه انسان د داسې ګنده ماحول په اوسیدونکو‬
‫شرمیږي او هم د انسان زړه د کابل په حال ځوریږي‪.‬‬

‫کابل که په خپلې طبعي ښکال یو ګلدان ته ورته هم وي‪،‬‬


‫مګر تش غرونه ندي بلکه کابل په ټوله آسیا کې یو‬
‫ځانګړی تاریخ لري چه دا ښار د کابلستان مرکز وو او‬
‫پیاوړي کابلشاهان ئې درلودل چه د میړانې داستانونه‬
‫لري‪ .‬او د هماغو زمانو دفاعي نښې ئې ال ترننه د کابل‬
‫د غرونو له پاسه پاته دي‪ .‬په ټوله آسیا کې له همدې کابل‬
‫نه پرته په بل هیڅ داسې یو ځای باندې د عربو لښکرو‬
‫‪ ۲۵۰‬کاله پرله پسې تجاوزونه ندي کړي‪ ،‬لکه څرنګه چه‬
‫کابلشاهانو د عربو د اشغال لښکرې په همدومره اوږدې‬
‫نیټې یو په بل پسې ماتې کړلې‪.‬‬
‫کابل واقعا َ د زمانو په اوږدو کې تاریخ ته له همدې‬
‫سترګو قدر لري‪ .‬خو افسوس دادی چه کابل د ننیو‬
‫اوسیدونکو په سینو کې د هماغو میړنیو تاریخ نه وینې‬
‫او هومره ترې پردي شوي او بیګانه شوي دي چه حتی‬
‫خپلو هماغو نیکونو ته سپکې سپورې او د متجاوز پردي‬
‫‪18 of 1205‬‬

‫عرب له خولې نه بد رد او کافران وائي‪ .‬دا یوه مطلقه‬


‫غالمي ده چه یو څوک د خپلې ژبې واک ونلري‪ ،‬او خپل‬
‫پرون ته د خپلو سترګو په ځای مګر د خپلو نیکونو د‬
‫قاتالنو له سترګو وګوري‪ ،‬کومو هغو قاتالنو چه د کابل‬
‫خلک ئې ښځه او ماشومان زاړه او ځوانان په دوو تورو‬
‫وژل او نن د قبر ګومبزې او زیارتونه پرې جوړ شوي دي‪.‬‬
‫که په افغانستان کې او کابل کې مکتبونه جوړ هم شول‬
‫الکن هغه تاریخ پکې ونه لوستل شو چه کابل ئې لري‪.‬‬
‫کله چه کابل موجود دی او په پیړیو په پایتخت منل شوی‬
‫وي‪ ،‬نو تاریخ به هم لري‪ .‬مګر افغانان په مکتبونو کې د‬
‫خپلو نیکونو د قاتالنو تاریخ لولي‪ ،‬او د هغو په جنایاتو‬
‫فخر کوي‪ .‬که دا رنګه د شرم او دا رنګه د نه منلو خبره‬
‫هم ده‪ ،‬مګر په افغانستان کې د اسالم او د دین په نوم‬
‫منل شوې ده‪ .‬چه په ‪۲۱‬مه پیړۍ کې ئې د بل شرم یو‬
‫داسې حالت ته راوستلو چه اوس تر خپلو منځو یو له بل‬
‫څخه ډاریږو او له جهانیانو څخه غواړو چه مونږ له یو او‬
‫بل څخه وساتي‪ ،‬زمونږ د سر‪ ،‬د ناموس او د مال امنیت‬
‫ونیسي‪ .‬دا ځکه چه موږ ته زموږ خپل جهالت او غالمي د‬
‫همداسې شرم په مجازات آووښتی دی‪.‬‬
‫‪19 of 1205‬‬

‫له کابل څخه زما ملړی لیدنه‬

‫دوهم نړیوالې جنګ وو‪ .‬او دا هغه کلونه وو چه ”هتلر“ د‬


‫اروپا ډیر هیوادونه په غربي جبهه کې الندې کړي وو‪ .‬او‬
‫په شرقي جبهه کې د "لیننګراد ‪ -‬سینت پترزبورګ" او د‬
‫"ستالین ګراد" مخې ته ئې ځانونه د برق په سرعت‬
‫رارسولي وو‪ .‬او د ننه په افغانستان کې له هیواد څخه‬
‫ایطالیا ته د شاه امان اله خان د جبري فرار له نیټې‬
‫څخه ‪ ۱۴ -۱۳‬کاله تیر شوي وو‪ .‬چه درې مهمې حادثې‬
‫ورسره وې‪:‬‬
‫‪ .۱‬ایطالیا ته د تبعید شوي شاه ځای د کابل شمال ته د‬
‫"کلکان" له کلي څخه یو نفر نیولی وو چه "حبیب اله"‬
‫نومیده او په " کلکاني غله او یا د سقاو په زوی" مشهور‬
‫وو‪ .‬مګر د "حبیب اله" د پاچاهي موده )‪ (۹‬میاشتې وه‪.‬‬
‫ځکه چه په محمدزي شاهي خاندان منسوب محمد نادر‬
‫خان د محمد یوسف خان زوی د پکتیا له خلکو او جنګي‬
‫مالتړ سره ځان کابل ته راورساوو او د لوګر د والیت د‬
‫الرې په اوږدو کې پرتو سقوي قوتونه ئې مات کړي وو‪.‬‬
‫او په کابل کې ئې هم له سختو جنګونو وروسته د حبیب‬
‫‪20 of 1205‬‬

‫اله مالتړي له شکست سره مخامخ کړل‪ .‬او خپله حبیب‬


‫اله له خپلو نژدې څو یارانو سره یو ځای د توپونو له‬
‫ګولیو الندې د دوړو په منځ کې ځان په تیښته له شاهي‬
‫ارګ څخه وویست او بیرته شمالی ته ورسید‪.‬‬
‫خو محمد نادر خان د قرآن په وسیله او په همدې بهانه‬
‫کابل ته د سولې په عنوان راوغوښت‪ ،‬مګر له ملګرو سره‬
‫ئې چانواري او تیرباران کړ‪ .‬قبر ئې هم د مرنجان د‬
‫غونډۍ په بیخ کې ورک پاته شو‪.‬‬
‫‪ .۲‬کله چه محمد نادر خان پاچا شو نو د خپلې پاچائي‬
‫د امنیت په خاطر ئې د هغو کسانو له منځه وړل په نښه‬
‫کړل چه خصوصا َ د شاه امان اله خان د دولتي تګالرې‬
‫ټینګ مالتړ وو‪ ،‬چه دوه شخصیتونه پکې ډیر ځلیدلي وو‪.‬‬
‫یو بدخشانی "ولی محمد خان" وو او بل د لوګر د والیت‬
‫او د څرخ په سیمې مربوط "غالم نبي خان څرخی" وو‪.‬‬
‫ولی محمد خان ئې د دهمزنګ په زندان کې له زنداني‬
‫کولو وروسته همالته غرغره کړ‪ .‬او غالم نبی خان ئې د‬
‫دوستي په چل خپل شاهی ارګ ته وغوښت او همالته د‬
‫”ګلخانې" د ماڼۍ مخې ته د مخکې له مخکې درول شوو‬
‫پوځیانو په وسیله له وهلو الندې وواژه‪.‬‬
‫‪21 of 1205‬‬

‫‪ .۳‬خو ډیر کلونه تیر نه شول چه بیا د غالم نبي خان د‬


‫کورنۍ د پخواني خذمت ګارانو نه یو ځوان هزاره چه‬
‫غالم نبي خان مکتب کې شامل کړی وو او اوس‬
‫)‪۱۹۳۴‬م( کال د نجات د لیسې د لسم ټولګی متعلم وو او‬
‫"عبدالخالق" نومیده‪ .‬ده پداسې توګه له تپانچې سره‬
‫شاهي ارګ ته ځان ورساوو چه محمد نادر خان به د‬
‫تعلیمي کال په پای کې د ښو نمرو شاګردانو ته په خپل‬
‫الس انعامونه ویشل‪ .‬نو عبدالخالق هم لداسې فرصت‬
‫څخه او لداسې یوې لنډې فاصلې څخه د خپل بادار د‬
‫قاتل د وژلو چانس تر السه کړی وو‪ .‬او لنډ په لستوڼي‬
‫ئې درۍ ډزونه پرې وکړل‪ .‬چه په خوله‪ ،‬وچپیلي او په‬
‫مرۍ ولګید او ځای په ځای ولوید‪ .‬او په اوږدو لیکو کې‬
‫والوړ شاګردانو او د دولت په درباریانو کې د تیښتې او‬
‫وارخطا منډو یو محشر جوړ شوی وو‪ .‬او محمد نادر‬
‫خان په خپل ځای ساه ختلی تکي تنها پروت پاته وو‪.‬‬
‫‪22 of 1205‬‬

‫زه چه په ملړی ځل کابل ته له یوه خپلوان سره د کابل له‬


‫جنوبي الرې راورسیدلم‪ ،‬یاد مې شي چه زما ذهن کې‬
‫تر ډیرو شیبو د کابل د باالحصار د لوړو برجونو او د‬
‫لوړې غونډۍ له عظمت څخه یو افسانوي تصویر جوړ‬
‫شو‪.‬‬
‫په هغو وختو کې کابل په پخو سړکونو په نورو والیاتو‬
‫تړل شوی نه وو‪ .‬سړکونه ډیر نري او خام وو‪ .‬موټرې هم‬
‫ډیرې کمې وې‪ ،‬او په الرو کې به اکثرا َ موټرې چپه‬
‫کیدلې‪ .‬نو چا به چه وغوښتل د موټر په وسیله کابل ته‬
‫والړ شي نو په هغه کور کې به یو پټ ویر هم لیدل کیده‪.‬‬
‫ځکه چه الرو مرګ درلود نو د تلونکي مساپر په سر به‬
‫قرآن ونیول شو او دعاوې به ورته وشولې چه خدای د‬
‫سالمت ورسوي‪ .‬ځکه چه اکثرا َ د لیرې نژدې والیاتو تر‬
‫منځه به خصوصا َ تجارت د اوښانو په وسیله کیده‪.‬‬
‫سورلی د کابل په "الهورۍ" نومي دروازه کې‬
‫کوزیدل‪ ،‬چه له پکتیا او له لوګر نه به راتلل‪ .‬بیا نو د کابل‬
‫سر پټی بازار پیل کیده او دا کوڅې او بازار به د شمال‬
‫په لور د کابل د سین تر غاړې رسیده چه اکثره‬
‫دکانداران هندوان وو او هندوان په صداقت مشهور وو‪.‬‬
‫‪23 of 1205‬‬

‫نو ډیرو کسانو به خپل د احتیاج وړ شیان له هندو‬


‫دکاندار څخه آخستل‪ .‬دا هغه وخت وو چه ال د کابل د‬
‫ښار دننه "د میوند جاده" جوړه شوې نه وه‪ .‬دا جاده د‬
‫‪۱۹۵۰‬م کال د ملړۍ لسیزې په پیل کې د کابل د نامتو‬
‫شاروال انجینر غالم محمد فرهاد په نه ستړي کیدونکي‬
‫کار او زحمت په جوړیدلو شوله‪ .‬د کابل معنیٰ هماغه‬
‫شرقي برخه وه‪ ،‬چه کورونه او دوکانونه او هم د شاهي‬
‫ارګ او د دولت وزارتونه ټول په شرقي سیمه کې راټول‬
‫شوي وو‪.‬‬
‫د هغه وخت د کابل عمومي منظره د تنګو کوڅو او یو‬
‫په بل تکیه شوي‪ ،‬بې پالنه کورونو مجموعه وه چه سرپټي‬
‫بازارونه ئې هم درلودل‪ .‬بامونه یو بل ته نژدې وو‪ ،‬چه‬
‫خصوصا َ د ژمي په موسم کې واورې هر چا کوڅو ته‬
‫غورځولې‪ ،‬نو تګ او راتګ زیات مشکل وو‪ ،‬مګر خلکو‬
‫عادت ورسره پیدا کړی وو‪ .‬کابل د ترافیک کوم روغ او د‬
‫ټول ښار په شمول داسې ښاري سړکونه او موټرې هم‬
‫ندرلودل‪ ،‬او برق هم ډیر کم وو‪ .‬مګر دکانونه ئې له هر‬
‫رنګه میوو او کالیو څخه ډک وو‪ .‬چه دا کالي او مالونه به‬
‫تاجرانو له نورو هیوادونو څخه خصوصا َ له هند څخه‬
‫‪24 of 1205‬‬

‫راوړل‪ ،‬ځکه چه د پاکستان په نوم هیواد ال جوړ شوی نه‬


‫وو او هند هم خپل ملي استقالل ال ګټلی نه وو‪.‬‬
‫د کابل غربي برخه ډیره دلچسپه او د ښکلې فضا‬
‫یوه په زړه پورې داسې نمونه وه چه دا لویه شنه ساحه‬
‫په ”چهاردهی“ یادیدله‪ .‬دا لویه ساحه تر "پل سوخته" او‬
‫هم د غرب او جنوب او شمال په لور غزیدلې وه چه له‬
‫شنو فصلونو او له شنو باغونو ډکه وه‪ .‬د کورونو په ځای‬
‫به ځای ځای لیرې لوړې کالوې او هم به کلي پکې وو‪.‬‬
‫او هر رنګه سبزیجات او میوې له همدې چهاردهي څخه‬
‫د کابل بازارونو ته راتلل‪.‬‬
‫د چهاردهي پاکه او آرامه فضا اود زراعت شنې‬
‫ځمکې او لوړ چنارونه او د کالوو لوړ لوړ برجونه یوه خوا‬
‫او بله خوا د چهاردهي له منځه تیر شوي د پغمان او د‬
‫للندر د درې‪ ،‬دریابونو دې پراخې سیمې ته یو بیله ښکال‬
‫ورکوله‪ .‬چه خصوصا َ کاریزونه پکې وو او هره خوا د‬
‫ویستل شوو رڼو اوبو ډکې ویالې بهیدلې‪ .‬او هم په ځینو‬
‫کلیو کې ارټ جوړ شوي وو‪ .‬د ویالو غاړې به له مختلفو‬
‫ګالنو ښایسته وې‪ .‬هلته لیرې له تیږو څخه یوه وړه کوټه‬
‫وه چه د امیر عبدالرحمن خان د زمانې د امنیتي کسانو‬
‫‪25 of 1205‬‬

‫لپاره جوړه شوې وه او هغه ځای ته به ئې "کوټه سنګي"‬


‫ویل‪ .‬یوه نرۍ الره تر پغمانه تللې وه‪ .‬علی آباد نومی‬
‫ځای چه د علی آباد د غره )چه پخوانی نوم یې کافرکوه‬
‫وو( په بیخ کې یوه کال وه او بیا ترکانو هلته یو سناتوریم‬
‫جوړ کړ چه د "رفقي بي" نوم ورکړل شوی وو‪ .‬محمد‬
‫نادر خان خپله کال همداسې مقصد ته هدیه کړې وه‪.‬‬
‫د همدې ښکلي چهاردهي په جنوبي برخه کې د دوو‬
‫غونډیو په سر د امان اله خان د وخت دوه قصرونه والړ‬
‫وو او د شرق په خوا د شیردروازې د غره په لوړه ملنه کې‬
‫یو بل تاریخي یادګار پاته وو چه د "بابر پاچا" له خوا‬
‫جوړ شوی قصر او شین لوی باغ وو‪ .‬د دې باغ څنګ ته‬
‫د "ویسل آباد" په نوم یو کلی وو‪ .‬چه کله په هرات کې‬
‫تیموري واکمني وه‪ ،‬نو په کابل کې ئې تیموري حکمران‬
‫”ویسل“ نومیده او بیا همدې حکمران د للندر د درې له‬
‫لوړې څخه یوه ویاله راوویستله چه د ویسل آباد د کلي له‬
‫ملنې څخه د غره په ډ ډه کې تیریدله‪ .‬او بیا هاخوا تر‬
‫ننی "چنداول" پورې له اوبو ډکه رسیدله‪ .‬او چه کله‬
‫"بابر" له فرغانې څخه کابل ته د ‪۱۵۰۰‬م کال په لسیزه‬
‫کې راغی نو کابل ئې د خپل نیکه "تیمور" د اوالدې له‬
‫‪26 of 1205‬‬

‫واکمني الندې خپل ګاڼه او په همدې ویالې ئې نور کار‬


‫هم وکړ‪ .‬او په نني چنداول او بیا د کابل د سین تر غاړو‬
‫ئې د یو لوی باغ کوم چه خپله ویسل خان ئې تهداب‬
‫ایښی وو پالن طرحه کړ‪ .‬چه بیا دا باغ د جهانګیر په‬
‫زمانه کې فوق العاده شهرت او ښکال ته ورسید‪ .‬چه‬
‫هماغه ویاله پکې تیریدله چه له رڼو اوبو تل ډکه وه‪.‬‬
‫جهانګیر چه د "بابر" کړوسی او د "اکبر پاچا" زوی‬
‫وو‪ ،‬کله کله به له هند څخه کابل ته د همدغه باغ په‬
‫خاطر راته‪ .‬یو ځل چه کابل ته راغی‪ ،‬دا هغه وخت وو چه‬
‫شهزاده شاه جهان هم ورسره وو او د خپل پالر په مقابل‬
‫کې د عصیان په علت ئې بندي او الس تړلی له ځان‬
‫سره راوستلی وو‪ .‬کله چه په باغ کې له خپلو دوستانو او‬
‫نژدې دولتي کسانو سره په بزم او ساعت تیري مشغول‬
‫وو نو ئې ویل چه‪" :‬ما په هند او کشمیر کې زیات باغونه‬
‫جوړ کړل‪ ،‬مګر هغه خوند چه زه د کابل له همدې باغ‬
‫څخه آخلم یو بل شانته احساس په ما کې پیدا کوي او د‬
‫شرابو پیالو ته هم یو بیل خوند ورکوي“‪.‬‬
‫پدې باغ کې هماغه ویاله وه چه "تیموري ویسل" د‬
‫‪۱۴۰۰‬م کال په دوهمه نیمایی کې جوړه کړې وه‪ .‬ځینې‬
‫‪27 of 1205‬‬

‫منابع وایې چه بیا شاه جهان په خپله پاچاهي کې د‬


‫همدې باغ "چه د نني ابن سینا شفاخانې په شمول‪ ،‬د‬
‫باغ ملنه د نني چنداول او د پامیر سینما‪ ،‬او بیا د کابل‬
‫د سین په اوږدو کې د شرق په لور تر نني پل خشتي‬
‫جمات او ننی جاده میوند تر پراخې ساحې پورې“ ته‬
‫مخامخ بل باغ هم جوړ کړ چه ننی حربي ماشین خانه‬
‫او د نجات لیسه هم پکې راتله‪ .‬یوه خوا په سپینو شګو‬
‫پوښل شوي د باغ سرکونه او بله خوا د کابل سین‪.‬‬
‫کابل په هغو وختونو کې قدر درلود او د عزت په‬
‫سترګه ورته کتل کیدل‪ .‬که یو باغ ترې جوړ شوی وو‬
‫همداسې د قدر او ویاړ تاریخ ئې هم درلود‪.‬‬

‫او کله چه دا نن ‪۲۰۰۴‬م کال انسان کابل ته ګوري چه‬


‫هره خوا خرابي‪ ،‬چټلي او بې نظمي لیدل کیږي نو څرنګه‬
‫زړه به وي چه درد احساس نکړي‪ .‬او بې درده او بې‬
‫مسئولیته خو هغه کسان دي چه کابل د تیر تاریخ له‬
‫سترګو نه پیژني‪.‬‬
‫‪28 of 1205‬‬

‫کابل او بابر‬

‫کابل په ملړي ځل د "بابر" په راتلو سره یو نوی رونق پیدا‬


‫کړ او بیا د مغلي شاهانو په زمانو کې د جوړیدو پام‬
‫پرې وشو‪ .‬که بابر پاچا ته کابل له خپلو یاداشتونو چه‬
‫وائی "ماته نیک قدم" دی چه "مې په همدې کابل کې‬
‫خدای زمن په نصیب کړل“‪ .‬ورسره دا شاعر پاچا د کابل‬
‫په طبعی منظرې هم سخت عاشق وو‪ .‬بابر به چه له یوې‬
‫خوا د " کُرغ " د غرو ملنو کې د غرڅو ښکار کاوو‪،‬‬
‫ورسره ئې د "ارغندې" په دره کې طبي بوټي ټولول او د‬
‫ال زیات طبي ګټو په خاطر ئې د طبیبانو په مشارکت او‬
‫څیړنې الندې د کابل د باالحصار په ملنه د کرلو خاص‬
‫ځای تعین کړی وو‪ .‬او بیا ئې خپل قصر جوړ کړ او‬
‫ورسره ئې د قصر مخې ته باغ او پکې حوضونه پداسې‬
‫شکل جوړ کړل چه له هره ځایه به ئې د ګالنو مختلف‬
‫جنسونه‪ ،‬هم خوشبوئی او هم رنګونه په نظر کې کې‬
‫نیولی وو‪ .‬او پخپله به نني شمالي ته په ګالنو پسې والړ‪.‬‬
‫او ډیر ګالن به ئې د بامیانو د غرونو او د پغمان د سړې‬
‫هوا له جنس څخه هغه وخت راوړل چه د بامیانو‪ ،‬غزني‪،‬‬
‫‪29 of 1205‬‬

‫کندهار او د کوهدامن له خلکو به ئې مالیه ټولوله‪ .‬چون‬


‫ده د باغونو او ګالنو سره ډیره مینه درلوده‪ ،‬نو مختلفې‬
‫زینتي او د میوو ونې یې د مختلفلو ځایونو راوړل او‬
‫کوشش یې کاوو چه هغه په کابل کې وروزي‪.‬‬
‫د ‪ ۲۵‬کلو په موده کې چه په کابل کې پاته شو د‬
‫کابلشاهانو په هکله ئې زیاته مطالعه وکړه‪.‬‬

‫بابر چه کله دی د قامي النجو په علت له فرغانې څخه له‬


‫خپل فامیل سره د کابل په لور مهاجر شو او خپل نژدې‬
‫څو سوه سوارکاره پوځ هم ورسره وو‪ ،‬نو د نوموړي ځوان‬
‫بابر مور چه یوه پوهه ښځه وه د تاریخي یاداشتونو یو‬
‫زوړ کتاب هم راوړی وو‪ .‬چه د بابر د پالر او نیکونو تر‬
‫تیموره "تیموري" کیسې پکې وې او هم له هغه نه پخوا د‬
‫کابل د امیرانو تر کابل شاهانو پورې نسبي تاریخي‬
‫یاداشتونه پکې وو‪ .‬او هم د مور له خوا چه په "چنګیز‬
‫خان“ ئې نسل او نسب لګیده‪ ،‬نو هغه یاداشتونه یې هم‬
‫درلودل‪.‬‬
‫بابر په کابل کې د شیر دروازې او د آسمائي د غرونو په‬
‫کمرونو پاس جوړو شوو او غزیدلو دیوالونو څټ ته د خپلو‬
‫‪30 of 1205‬‬

‫نیکونو یو لوی تاریخ لید چه هغه که په "کوشانیانو" یا‬


‫"ساکانو" او یا په ”یفتلیانو" یادیدل‪ .‬مګر مشترک نژاد‬
‫ئې د منځنۍ آسیا "ترک ‪ -‬توران" نژاده وو‪ ،‬چه همدغه‬
‫دیوالونه ئې په دفاعي منظور او ګام په ګام د کلونو په‬
‫اوږدو کې د عربو د لښکرو د دوامداره تجاوزونو په مقابل‬
‫کې جوړ کړي وو‪ .‬اصالَ بابر د "ګرګان" د قام وو چه‬
‫ترکان وو‪ ،‬مګر بیا ئې چه کله له "ابراهیم لودي" څخه‬
‫ډهلی په کال )‪۱۵۲۶ - ۱۵۲۵‬م( میالدي کې ونیوو‪ ،‬نو‬
‫بیا په هند کې د بابر د راتلونکو ملسیانو پاچاهي او‬
‫پاچایانوته له هندي افکارو څخه " ُمغالن او مغل شاهان"‬
‫وویل شول‪ .‬ګرچه بابر د مور له خوا په مغلي چنګیزخان‬
‫ارتباط نیسي‪ ،‬مګر ددوی قام اصالَ د مغول د نژاده څخه‬
‫نه وو‪ ،‬بلکه ګرګاني وو چه د پالر له خوا یې ریښه په ګوډ‬
‫تیمور تړل کیږي‪ .‬هم د بابر یاداشتونه او هم ئې د لور‬
‫"ګلبدن" یاداشتونه د هغه وخت په ترکي ژبه لیکل شوي‬
‫دي‪ .‬د دوی له یاداشتونو معلومیږي چه دوی په ډهلي کې‬
‫تر خپلو منځو د فامیل ژبه تُرکي ژبه وه‪ ،‬مګر د دربار ژبه‬
‫فارسي ژبه وه چه فرمانونه لیکل کیدل‪ .‬دا فارسي ژبي‬
‫لوړ رتبه کسان له ایران څخه راغلي یا راغوښتل شوي او‬
‫‪31 of 1205‬‬

‫یا هم مهاجرت کولو ته په سیاسي انګیزو مجبور شوي د‬


‫ترک نژاد څخه وو‪ .‬مګر په مذهب "شیعه" وو‪ .‬الکن دمغل‬
‫"سني" وو‪.‬‬
‫شاهانو یا د ګرګاني شاهانو ټولو مذهب ُ‬
‫مګر مذهب د کوم مهم نفاق سبب نه وو‪ ،‬بلکه دواړه په‬
‫خپل ترک نژاد په ګډه او په اتفاق راټول وو‪ .‬لکه څرنګه‬
‫چه هم د ”نورجهان“ له ایران څخه راغلی ټول فامیل د‬
‫ډهلي په دربار کې لوړو چوکیو ته ورسیدل‪ ،‬چه بیا‬
‫نورجهان د اکبر پاچا زوی جهانګیر وکړه او هم ئې پالر‬
‫"آصف خان" د وزارت او صدارت تر لوړې چوکۍ‬
‫ورسید‪ .‬ذاتا َ ایران تر ډیرو پیړیو یانې تر "نادر افشار"‬
‫پورې د ترک نژاده واکمني او واکمنانو الندې اداره کیده‪.‬‬

‫بله خوا د ترکانو د واکمني ملنه د بابر پاچا د کابل د‬


‫واکمني په زمانه کې د غرب په لور په اروپا کې د "ویانا"‬
‫تر دروازې پورې رسیدلې وه‪.‬‬
‫چه کله په ملړی ځل په کال )‪۱۰۷۱‬م( د”*مانزیکرت“ د‬
‫جنګ د میدان فتحه د سلجوق ترکانو په نصیب شوله چه‬
‫ئې د شرقي روم ځمکه د نني "ارض روم" په والیت کې د‬
‫بیزانس له امپراطورۍ څخه ونیوله‪ .‬نور نو د بیزانس د‬
‫‪32 of 1205‬‬

‫امپراطوري د پایتخت "قسطنطنیه ‪ -‬ننی استانبول" په‬


‫لور ئې فتوحات کرار کرار دوام وکړ چه بیا په کال‬
‫)‪۱۴۵۳‬م ( دا ځای هم ترکانو ونیوو‪ .‬او بیا د سلجوقي‬
‫ترکانو په ځای د عثماني ترکانو د امپراطوري ملنې تر‬
‫عربستان پورې ورسیدلې‪ .‬او وروسته د بالکان هیوادونه‬
‫تر یونان پورې فتح شول‪ .‬سوریه‪ ،‬عراق‪ ،‬فلسطین هم‬
‫ونیول شول‪ .‬او شمال ته پروت بلغارستان او یوګوسالویا‬
‫تر ویانا پورې د ټولو هیوادونو په سر د عثماني‬
‫امپراطوري بیرغ رپیده‪ .‬چه بیا وروسته له )‪ (۶۳۰‬کلنې‬
‫امپراطوري څخه په ملړني جهاني جنګ کې د ننۍ نوې‬
‫ترکئې بنیاد کیښودل شو‪.‬‬

‫هغه فرق چه د ډهلي د شاهانو "مغلي پاچایانو‪/‬‬


‫ګرګاني شاهانو" او په غرب کې د عثماني سلطان او‬
‫شاهانو تر منځ وو‪ ،‬هغه دا وو چه په پایتخت استانبول‬
‫کې هر عثماني پاچا ته هم سلطان او د مسلمانانو د‬
‫خالفت پیشوا "خلیفه" لقب ورکړل شوي وو‪ ،‬مګر د هند‬
‫ترکي واکمنانو پداسې القابو پسې نه ګرځیدل‪ .‬او‬
‫دلچسپه دا ده چه د ډهلي او د استانبول تر منځه‬
‫‪33 of 1205‬‬

‫سیاسي او دیپلوماسي اړیکې هم هومره د پام وړ او‬


‫نژدې نه وې‪ .‬یواځې هغه رسمي هئیت چه د شاه جهان‬
‫له خوا استانبول ته واستول شو‪ ،‬یواځنی خواهش پکې‬
‫دا وو چه د "تاج محل" د مقبرې د جوړولو لپاره ئې د‬
‫هغه وخت د عثماني امپراطوري مشهور یو معمار له‬
‫سلطان څخه غوښتی وو‪ ،‬چه "سنان" نومیده‪ .‬او دا آرزو‬
‫عثماني سلطان تر سره کړه او یو زبردست ماهر معمار‬
‫ئې ډهلي ته واستاوو چه د "ممتاز محل" لپاره د مقبرې‬
‫د جوړولو په معماری او مهندسي کې برخه واخلي‪.‬‬
‫بل فرق دا وو چه په عثماني امپراطوري کې هغه‬
‫لقب چه د پوځ جنرال ته ورکول کیده هغه "پاشا" وو‪ ،‬چه‬
‫د ډهلي د ترکي واکمنانو په پوځ کې داسې لقب موجود‬
‫نه وو‪ .‬بل فرق دا وو چه مسلمان عثماني امپراطوري چه‬
‫کله عیسوی مذهبه هیوادونه فتح کول نو ئې د هغوی‬
‫کلیسا ګانې نه وارانولې‪ ،‬بلکه د کلیساوو تر څنګ به ئې‬
‫جماتونه آبادول‪ .‬مګر په هند کې هم ترک سلطان محمود‬
‫او هم غورشاهانو او هم ابدالیانو او بیا د بابر له نسب‬
‫څخه "اورنګ زیب" د شاه جهان زوی د هند د خلکو‬
‫‪34 of 1205‬‬

‫معبد ځایونه وران کړل‪ .‬آن تر دې چه د دغو وران کړل‬


‫شوو معبدونو شمیر له لسو زرو څخه هم واووښت‪.‬‬

‫خبره چه کله د کابل وه نو له بابر پاچا سره د کابل تاریخ‬


‫هم تړل شوی دی او چه کله په نژادي لحاظ له بابر څخه‬
‫خبره کیږي نو ملنه ئې تر عثماني ترکانو هم خامخا تړل‬
‫کیږي‪.‬‬

‫په کابل کې د بابر له ژوند او یاداښتونو څخه د جنګ‬


‫بوی نه راځي‪ ،‬بلکه کابل آرام وو او کابل له بابر څخه‬
‫خوښ ښکاري‪ .‬خصوصا َ چه د بابر پاچا د نوروز د‬
‫ورځو د مراسمو د ملانځلو خوشحالي بیحده زیاته وه‪.‬‬
‫ښکلي آسان به هر کال د نوروز په ورځې آماده کړل‬
‫شول‪ ،‬دیګونه به بار وو‪ .‬د تفریح او د خوښۍ ترتیبات به‬
‫په یو خاص نظم نیول شوي وو او د نوروز ورځ به په‬
‫ساز او خوشالیو ملانځل کیدله‪ .‬د پسرلي د نوې ورځې‬
‫ښکلې نرمې وږمې به چلیدلې او پاس د پغمان د جګو‬
‫غرونو څوکې به له واورو څخه ډکې وې‪ .‬او د کابل له‬
‫شاوخوا د راتاو غرونو ملنې به اوس اوس د تنکیو شنو‬
‫‪35 of 1205‬‬

‫ګیاوو او بیا خصوصا َ د الله خود رویو ګالنو څخه په‬


‫ډکیدلو وې‪ .‬پاس په غرونو سپینې واورې‪ ،‬او هره خوا په‬
‫درو او ویالو کې د رڼو اوبو څپې او له شنو ګیاوو څخه‬
‫جوړه شوې د طبعیت شنې غوړیدلې ملنې‪ .‬هم رسام‪ ،‬هم‬
‫ماهر نظامي او هم شاعر بابر به چه کله د کابل د‬
‫باالحصار په شاهي ارګ کې د کابل منظرې ته کتل نو د‬
‫خپل زړه دې پټ آواز ته به ئې د شعر د خیال ساه‬
‫ورکړه‪:‬‬
‫——————————‪-‬‬
‫بخور در باغ کابل می‬
‫بګردان پیاله پی در پی‬
‫که هم دشت است و هم دریا‬
‫هم کوه است و هم صحرا‬
‫——————————‪-‬‬

‫مګر د ‪۱۵۰۰‬م کال د ملړۍ لسیزې په نیمایه کې یوه شپه‬


‫له خپلې بسترې څخه وارخطا او سر لوڅی پاڅید او‬
‫دواړو السونه ئې په یوې پټې تمنا د کابل په لور داسې‬
‫خالص نیولی وو لکه چه غواړي کابل په غیږ کې ونیسي‪.‬‬
‫‪36 of 1205‬‬

‫پرینږدي چه د باالحصار په شمالي نژدې ملنه کې د جوړ‬


‫شوو دوه منزله کورونو ړنګیدل وویني‪ .‬دا یو په یو د خوب‬
‫په نیمه شپه زلزله وه‪.‬‬
‫دا زلزله هومره شدیده او ناڅاپي وه چه بابر سهار‬
‫هم هماغسې په سرتور سر د خلکو د کورونو په لور‬
‫منډې وهلې چه آیا څرنګه کومک ئې له السه کیږي؟ مګر‬
‫زلزلې ال هم وار په وار شدت پیدا کاوو او بابر لیکي چه‬
‫"دا دوه منزله کورونه په کم وخت کې له خاورو سره‬
‫خاورې شول او ټول ونړیدل“ چه د کورونو د اورسیو‬
‫استقامت د شمال او د جنوب په لور وو‪.‬‬
‫له همدغو یاداشتونو څخه د هغه وخت د کابل حالت‬
‫بیان شوی دی او هم ذکر شوي دي چه "درۍ میاشتې‬
‫په دوامداره توګه د کابل ځمکه او غرونه ښوریدل‪ .‬او له‬
‫ټولو غرونو د دود په شان دوړې ختلې‪ .‬او خصوصا َ چه د‬
‫پغمان د غره له لوړو درو څخه غټ کمرونه جال شول او‬
‫الندې ملنو ته په درانه آواز ورغړیدل‪.‬‬
‫د بابر د زمانې کابل بیرته د بابر له قلم نه داسې‬
‫معلومیږي چه زیات نفوس ئې ندرلود‪ .‬د کابل شمال ته په‬
‫کوهدامن کې یو کم شمیر خلک وو چه باغونه ئې درلودل‬
‫‪37 of 1205‬‬

‫او ځمکې ئې آبادې وې‪ .‬خصوصا َ چه بابر به کله کله د‬


‫آس په سر تکي تنها د کوهدامن د ښکلي طبعیت او د‬
‫نرۍ الرې په سر د لوړو چنارونو له لیدلو ذوق آخست‪.‬‬
‫بابر که څه هم پاچا وو او مالیه ئې هم ټولوله‪ ،‬مګر د‬
‫پاچاهي د دبدبې او بې مورده حکومت کولو او حکومت‬
‫غوښتلو آرزو یې ونکړه‪ .‬او د کبر او د ظلم خیال څخه‬
‫ئې بد راتلل‪ ،‬چه هیڅکله ئې کوم شاهي دربار ځانته‬
‫جوړ نکړ‪ .‬بابر د کابل د یو پټ سري بازار څخه چه کله‬
‫لیکی نو د ځینو مختلفو قامونو له نومونو څخه خبره کوي‪،‬‬
‫کوم چه هغوی تجارت مخې ته بووو‪ .‬دا تاجر قامونه‬
‫اکثره د منځنۍ آسیا د قامونو نومونه دي او د کابل د شا‬
‫او خوا سیمو د اوسیدونکو مختلف قامونه یې ښودلي‪،‬‬
‫خو د پښتنو قام چندان پکې ذکر شوی ندی‪ ،‬یوازې‬
‫افغانان یې په شرقي سیمو کې یاد کړي‪ .‬کله چه دی د‬
‫د کابل د شا او خوا له سیمو خبرې کوي‪ ،‬نو د کابل‬
‫شرقي سیمې یې تر ابآسین پورې په افغانستان یاد‬
‫کړي‪.‬‬
‫د کابل دلچسپه منظره د اوبو منظره ده‪ .‬یو ځل بابر‬
‫د جنوب په لور د خپل آس په سپرلي اوږد مزل کړی وو‪.‬‬
‫‪38 of 1205‬‬

‫بابر د نني لوګر د والیت آخریني نقطې ته رسیدلی وو‬


‫ځکه چه د "سجاوڼ" د پخوا زمانې تاریخ ئې مطالعه‬
‫کړی وو‪ .‬چه د "ستر آشوکا" د زمانې لس ستوپې او تر‬
‫سلو پورې د بودیزم او د براهمانیزم او د ملر پرستي‬
‫سونا ګر)سوناغر؟( معبدونه پکې جوړ شوي وو‪ .‬مګر‬
‫دلچسپه داده چه د بابر پاچا په همدغه زمانه کې لوګر‬
‫هومره له نفوس څخه خالي ده چه د هیڅ ځای او یا د‬
‫کوم قام نوم ذکر شوی ندی‪.‬‬
‫په هغو زمانو کې د کابل د باال حصار جنوب ملنې تر‬
‫بیني حصار پورې د اوبو ډنډ او هم د لوګر سین په‬
‫پراخه برخه په نني خورد کابل کې د اوبو لوی حوض‬
‫جوړ کړی وو‪ .‬او معلومیږي چه په نني خورد کابل کې‬
‫دومره خلک او کورونه هم نه وو‪ .‬د کابل په شرقي برخه‬
‫کې هغو کورونو ته چه په مختلفو ماخذونو کې اشاره‬
‫شوې ده یو د باالحصار شمالي ملنه ده‪ ،‬بل ځای د‬
‫آسمائي د غره جنوب شرق ملنه ده چه بیا وروسته کلونو‬
‫کې "نخاس" پکې معلوم ځای وو‪ .‬او د همدغه غره‬
‫شرقي ملنې هم یادې شوې دي‪ .‬او "بیغ مان" یا ”پغمان"‬
‫یا "بغه مان " کې له اوسیدونکو څخه ذکر ندی شوی‪.‬‬
‫‪39 of 1205‬‬

‫یواځې د پغمان نوم موږ ته د یو ډیر پخواني ژوند او‬


‫عقیدې په هکله د معلوماتو سریزه راکولی شي پدې مانا‬
‫چه‪:‬‬
‫په اوسني افغانستان کې په "بغ " شروع شوي‬
‫نومونه لرو چه یو "بغ الن" دی‪ ،‬دوهم "بغ ګرام" دی‪ .‬او‬
‫دریم د نني پاکستان د ملتان په ښار کې د "یفتل" له قام‬
‫څخه یو مشهور واکمن "ترک نژاده ‪ -‬تورامانا" چه کله‬
‫خپله امپراطوري په هند کې جوړه کړه نو د براهمانیزم د‬
‫عقیدې او افکارو پیرو شو او بیا ئې د "شیوا" له عقیدې‬
‫څخه د "ملر پرستی" یو لوی او مشهور معبد جوړ کړ چه‬
‫د ښار نوم ئې "بغه پورا" وو‪ .‬او د همدې معبد لقب‬
‫باندې ننی ملتان ونومول شو‪ .‬چه په ملتان کې د ملر د‬
‫الهې اصلي نوم "ادیتیا" وو او مجسمه ئې له خالصو‬
‫سرو زرو جوړه کړه‪.‬‬
‫”بغ“ یوه توراني ترک ریښه لري چه "بغ او بیګ" دواړه‬
‫"لوی" مانا لري‪ .‬د ښا غلی مانا هم لري‪ .‬د صاحب مانا‬
‫هم لري‪ .‬د مقدس حتی د خدای په مانا هم همدا کلیمه‬
‫استعمال شوې ده‪ .‬لکه څرنګه چه "بغه پورا" په مانا د‬
‫”خدای ښار“ ترجمه کیږي‪ .‬ځکه چه د ملر االهه په ننی‬
‫‪40 of 1205‬‬

‫ملتان کې جوړه شوې وه‪ .‬همداسې "بیګ رام" همدا په‬


‫کوهدامن کې بګرام دی چه نیمه ترکي او نیم سانسکریت‬
‫کلیمې سره یو ځای شوي دي یعنې "لوی ښار“‪.‬‬
‫او په نني عصري ترکي ژبه کې هم بیګ استعمالیږي‬
‫او هم "بی" چه د نارینه د لقب د ښاغلي او صاحب مانا‬
‫لري لکه "احمد بی" او ښځې ته "بایان" ویل کیږي لکه‬
‫"ساین بایان“‪" ،‬محترمې میرمنې ‪ ...‬پالنۍ“‪ .‬او د‬
‫"بایان" مقابل نارینه ته ”بای" ویل کیږي‪.‬‬
‫نو که کابل د تجارت ښار وو او په تجاري الرې‬
‫پروت وو‪ ،‬ورسره د پخوانیو عقیدو ځای هم وو‪ .‬خو مونږ‬
‫له کابل سره د بابر له زمانې چه کله مخامخ شو او بیا‬
‫ئې چه کله نني وران حالت ته ګورو که نور هیڅ نه وي‬
‫همدا کابل موږ یو لږ شانته تامل او مکث ته غواړي چه د‬
‫اوسنیو دردونو علتونه ئې په راتلونکو خبرو کې وڅیړو‪.‬‬

‫د شیردروازې د غره په غربي ملنه کې د بابر پاچا د قصر‬


‫او باغ تر څنګ یو کلی وو چه نن هم په ویسل آباد‬
‫یادیږي‪ .‬او په چهل ستون کې د هندوانو کورونه وو چه دا‬
‫ځای په "هند کی" یادیده او له هغو هندوانو څخه وو چه‬
‫‪41 of 1205‬‬

‫سلطان محمود په سلهاوو زرو هندي اسیران به هم له‬


‫نورو جهادي چور او چپاول سره یو ځای د جهادي‬
‫غنیمت په نوم غزني ته راوستل‪ .‬چه بیا د افغانستان په‬
‫مختلفو سیمو کې میشته شول او دا کار ابدالي احمد‬
‫شاه هم کاوو‪.‬‬
‫د هند د اسیرانو له جملې څخه یوه لویه ډله د‬
‫سلطان محمود د اقتدار په وخت کې د لوګر د والیت په‬
‫”برکي راجان" نومي ځای کې هستوګن شول‪ .‬دا ځای د‬
‫غونډیو یوه لنډه سلسله ده چه هندوانو د دغو غونډیو له‬
‫جملې څخه د یوې غونډۍ په ملنو کې کورونه آباد کړل او‬
‫بیا ئې د غونډۍ په ملنه کې د دفاع په منظور یو دیوال او‬
‫هم یو پټ سری اوږد کوشکن )دهلیز( جوړ کړ چه اوس‬
‫هم شته دی‪ .‬دغه هندوان به سجاوڼ ته‪ ،‬هغه ځای ته چه‬
‫له سلو زیات معبدونه پکې وو ورتلل‪ .‬او که څه هم د‬
‫”یعقوب لیث صفاري" په امر او د هغه د قوماندان "فراد‬
‫غان" له خوا د )‪ (۸۷۰‬میالدی کال په شاوخوا کې دا‬
‫معبدونه ملړی چور او بیا ونړول شول‪ ،‬مګر د برکي‬
‫هندوان به ورتلل‪ .‬چه کله بابر پاچا سجاوڼ ته سفر کړی‬
‫وو یو علت ئې هم بابر پاچا ته د برکي د هندوانو عرض‬
‫‪42 of 1205‬‬

‫وو چه سجاوڼ کې هم ځای ورکړي او هم د خپلو نیکونو‬


‫د عقیدو معبد ځایونه دوباره آباد کړي‪.‬‬
‫او دلچسپه خو داده چه برکي نومی ځای ته نژدې‬
‫مګر مخکې له هغه چه یو څوک له کابل څخه برکي ته‬
‫رسیږي نو یو بل ځای د "برکي برک" په نوم هم شته‪ ،‬چه‬
‫د دې ځای اوسیدونکو عقیده د "زردشت" د ارشاداتو او‬
‫د آتشکدو ملانځنه وه‪ .‬چه د بابر پاچا په زمانه کې هم‬
‫دوی خپلې عقیدې ملانځلې‪ .‬پدې توګه "برکي راجان" او‬
‫"برکي برک" او "سجاوڼ" له یو بل سره نژدې دي‪ ،‬الکن‬
‫د بابر پاچا د واکمني په وخت کې هغه کم نفوس چه د‬
‫لوګر د والیت د جنوب په لویه سیمه کې ژوند کاوو یواځې‬
‫په همدې دوو ځایونو کې وو‪ .‬او د لوګر والیت چه له‬
‫شمال نه د کابل له جنوبي ملنې بیا په اوږدو اوږدو تر‬
‫سجاوڼ پورې رسیږي د براهمانیست چندارګوپتا او بیا د‬
‫بودیست آشوکا له زمانو څخه ګام په ګام له معبدونو ډک‬
‫دی‪ ،‬چه ځینې ئې له خاورو الندې پاته دي او غټې وړې‬
‫غونډۍ ترې جوړې شوي دي‪ .‬مګر د ډیرو معبدونو نومونه‬
‫وروسته د عربو د اسالم له راتلو څخه تحریف شوي دي‬
‫او د اسالم د زیارتونو په نوم او شهرت آووښتي دي‪ .‬او‬
‫‪43 of 1205‬‬

‫همدا د لوګر والیت سیمه د کابلشاهانو په کابلستان کې‬


‫راتلله چه مرکز ئې کابل وو‪.‬‬
‫او ها خوا د شرق او شمال شرق په لور بابر د ځینو‬
‫ځایونو نومونه اخیستي لکه لغمان‪ ،‬نژراب‪ ،‬پنجشیر‪،‬‬
‫کامه‪ ،‬نورګل‪ ،‬چغن سرای‪ ،‬پیچ‪ ،‬الیشنګ‪ ،‬ننګرهار او نور‪.‬‬
‫چه د چغن سرای د شرق په لور یې اکثرا َ په کافرانو یاد‬
‫کړي او دهغو سیمو د مختلفو میوه جاتو او شرابو یادونه‬
‫یې کړې ده‪ .‬مګر د کابل د سیمې شراب یی تر ټولو‬
‫ستایلي‪.‬‬
‫او هم یې د کابل په غرب او جنوب غرب کې د غزني‪،‬‬
‫زرمت‪ ،‬څرخ او نورو سیمو نومونه آخیستي‪ .‬کله چه دی‬
‫غزني کې وو نو په غزني کې یې د خپلې خوښې کوم‬
‫خاص څه ونه لیدل او وایي چه حیران دی چه څرنګه د‬
‫محمود غوندې یو سلطان دا ځای ځان ته پایتخت ټاکلی‪.‬‬
‫بابر د ښه نظامي استعداد تر څنګ د معماري‪ ،‬باغواني‪،‬‬
‫شعر‪ ،‬موزیک‪ ،‬هنر او مطالعې سره ژوره مینه درلوده چه‬
‫په ډیر کم وخت کې یې په کابل‪ ،‬لغمان‪ ،‬غزني او نورو‬
‫سیمو کې باغونه‪ ،‬ویالې او نورې آبادی کړي‪.‬‬
‫‪44 of 1205‬‬

‫کابل زمونږ په فامیلي یاداشتونو کې‬

‫کله چه ما کابل په ملړي ځل ولید‪ ،‬ما ئې ال مخکې‬


‫د کابل د باال حصار کیسې آوریدلې وې او دا هغه‬
‫یاداشتونه وو چه زموږ له نیکونو پاته وو‪ .‬چه د یاداشتونو‬
‫زمانه تر ابدالي احمد شاه او زموږ د فامیلي ژوند تر‬
‫څرنګه والي رسیدله‪.‬‬
‫ما به د هغو راپاته کتابونو ورځني او عمومي‬
‫یاداشتونو څخه چه د مختلفو پاچایانو د نژدې حاالتو تر‬
‫څنګ او هم د هغه قام چه موږ پرې منسوب وو د کلي او‬
‫کلیوالو د ژوند تر تفرعاتو آوریدل او ډیر څه به مې په‬
‫هغو تیرو پیړیو کې لیدل‪ .‬د نورو کتابونو تر څنګ یو‬
‫خاص جلد وو چه زما دوه غور نیکونه د کابل په باال‬
‫حصار کې د امیر عبدالرحمن خان له خوا د پاچاهي‬
‫)‪ ۱۸۸۰‬میالدی کال( د پیل په دریم کال بندیان کړل شوي‬
‫وو‪ .‬او کله چه ما په ملړي ځل د کابل باالحصار ولید نو‬
‫په یو خاص هیجان زما په ټول وجود یو ځانګړی‬
‫احساس پیدا شو‪ .‬چه مې د هغه کتاب د جلد د ننه څخه‬
‫د هغو کلونو د ورځني لیکل شوو یاداشتونو غږونه‬
‫‪45 of 1205‬‬

‫آوریدل‪ .‬او لیدل مې چه یو نیکه مې په دولس کلني‬


‫همالته د باالحصار د زندان په سختو شرطونو کې ساه‬
‫ورکړه او مړ شو او دوهم نیکه مې د امیر عبدالرحمن‬
‫خان مخې ته د پل محمود خان په ساحه کې د امیر په‬
‫امر په ‪ ۲۴‬کلني د دار په سر غرغره کړل شو‪ .‬چه زما‬
‫نیکه سره د غرغره شوو تعداد په هغې ورځې ‪ ۱۲‬نفرو ته‬
‫رسیده چه د مختلفو پښتنو سیمو او قامونو مشران وو‪.‬‬
‫آیا علت څه وو؟ او ولې امیر هغوی یا د قران په کسم او‬
‫یا په نورو سیاسي او دولتي چلونو نیولی وو؟ او ولې دغو‬
‫د قام مشرانو او خانانو له امیر سره مخامخ جنګ ته‬
‫وتلي وو؟ د دې پوښتنو ځواب د هماغو کلونو حتی تر‬
‫ورځنیو یاداشتونو په څو جلده کتابونو کې لیکل شوي او‬
‫موږ ته راپاته وو‪.‬‬
‫یو مهم علت د میوند د جنګ جبهه وه چه مشر ئې‬
‫سردار محمد ایوب خان د امیر شیرعلي خان زوی وو‪.‬‬
‫نو د امیر شیرعلی خان چه له هر قامي مشر سره‬
‫دوستي درلودله هغه به د امیرعبدالرحمن خان د دښمنانو‬
‫په لست کې دوهم علت وو‪ .‬د امیرشیرعلی خان د‬
‫پاچاهي آخري دوه کاله "‪۱۸۷۸-۱۸۷۹‬م " په سیاسي‬
‫‪46 of 1205‬‬

‫النجو کې تیر شول‪ .‬دې کار هم دوه علتونه درلودل‪ .‬چه یو‬
‫علت فامیلي وو او هغه دا وو چه کله امیر د برطانوی هند‬
‫واکمنانو هند ته د ځینو معاهدو په خاطر وغوښت‪ ،‬نو ده‬
‫خپل ‪ ۱۲‬کلن شهزاده عبداله جان ئې هم له ځان سره‬
‫بوته او بیا ئې له انګریز واکمنانو د رسمي وارث په توګه‬
‫د منلو خواهش وکړ‪ .‬حال دا چه خپل بالغ او ځوان او له‬
‫عبداله جان څخه مشر بل زوی درلود چه محمد یعقوب‬
‫خان نومیده او د هرات والي وو‪ .‬دا کار هم په محمد‬
‫یعقوب خان او هم ئې د هغې په پښتنې مور بد ولګید‪ .‬او‬
‫سبب شو چه عبداله جان د فامیلي دسیسو قرباني شي‬
‫او د زهرو په تسمم مړ شو‪ .‬او د هغه له مرګ سره د‬
‫امیر روح هم مړ شوی وو‪.‬‬
‫دوهم علت سیاسي وو‪ .‬دا هغه کال وو چه د روس‬
‫د تزار " الکساندروس" له خوا یو لوی هئیت کابل ته له‬
‫سینت پترزبورګ څخه راورسید چه دوه جنراالن او یو‬
‫ډاکتر هم پکې وو‪ .‬آیا هدف څه وو؟ واقعیت دا وو چه‬
‫امیرشیرعلي خان د هند دبرطانوي واکدارانو هم له‬
‫سیاسي چلونو او هم له بې مورده سیاسي فشار څخه‬
‫نور بیخي په تنګ شوی وو‪ ،‬نو غوښتل ئې چه د‬
‫‪47 of 1205‬‬

‫انګریزانو له دښمن تزارانو سره دوستي غوره کړي او‬


‫خصوصا َ جنګي وسایل تر السه کړي‪ .‬چه مانا ئې له‬
‫انګریزانو سره په روسي وسلو او د روسانو په دوستي‬
‫مقابله وکړي او ځان او خپل هیواد د انګریزانو له‬
‫سیاسي فشارونو آزاد کړي‪ .‬مګر دا هغه کلونه وو چه‬
‫روسانو له ‪۱۸۷۷‬م څخه له عثماني امپراطوري سره د‬
‫تورې بحیرې د ځینو مهمو سیمو جنګ تیر کړی او بله‬
‫خوا ئې پالن دا وو چه که د اروپا هیوادونه ئې مخې ته د‬
‫عثماني سلطان په کومک او له هغه سره تر څنګ دریږي‬
‫نو باید ځان ته د هند په اوبو کې ځای پیدا کړي‪ .‬نو هند‬
‫ته لنډه الره له افغانستان څخه تیریدله او دادی چه په‬
‫افغانستان کې ئې د خپل راتلونکي پالن په پلوي کولو‬
‫کې یو داسې دوست پیدا کړی وو چه د انګریزانو له عبثو‬
‫فشارونو څخه سخت بیزاره وو‪ .‬نو ئې د کابل باالحصار‬
‫ته له دیرشو کسانو روسي هئیت واستول‪ .‬انګریزانو ته‬
‫سخت شک پیدا شو او د ال ډیر فشار سبب هم شو چه‬
‫له امیر نه ئې د هئیت د مقصد په باره کې دوامداره‬
‫پوښتنې کولې‪ .‬مګر د امیر له بدقسمتي څخه به وو چه‬
‫هم د بین امللل سیاست له شرطونو ناخبره وو او پدې هم‬
‫‪48 of 1205‬‬

‫خبر نه وو چه د عثماني امپراطوري او د تزاري‬


‫امپراطوري تر منځه د زیات جنګ په مخنیوي کې‬
‫اروپائي ځینو هیوادونو مداخله کړې وه او د "برلین" د‬
‫معاهدې له مخې دا مسله حل شوې وه‪ .‬او د انګلیس او‬
‫د روسی تر منځه دیپلوماتیکې اړکې هم نرمې شوې وې‬
‫او د پترزبورګ له خوا د کابل په باالحصار کې د ناست‬
‫تزاري هئیت مشر جنرال ته هدایت ورکړل شوی وو چه‬
‫امیر ته د هر رنګه کومک رسولو له قول څخه خود داري‬
‫وکړي‪ .‬او هم امیر دننه د خپل فامیلي ژوند له پټو‬
‫دسیسو سره ال زیات مخامخ شوی وو‪.‬‬
‫لکه څرنګه چه باالحصار ته د راغلو انګلیسي مشاورینو‬
‫په ضد د یو پاڅون په دسیسه کې بیا هم د محمد یعقوب‬
‫خان د مور الس وو‪ ،‬چه پدې وخت کې له "‪ ۵‬کلونو"‬
‫راهیسې له هغه وخته چه امیر شیرعلی خان ته پاڅیدلی‬
‫وو او بیا ئې د باالحصار په زندان کې بندي کړی وو‪.‬‬
‫نوموړي شهزاده شپږ کاله په توره خونه کې د ملر وړنګې‬
‫لیدلې نه وې او روحا َ او هم په عصبي لحاظ ژوبل شوی‬
‫وو‪ .‬چه پدې اوږدې مودې کې ئې هره ګړی په ناڅاپي‬
‫توګه د جالدانو د راتلو انتظار ویستلی وو‪.‬‬
‫‪49 of 1205‬‬

‫نو همدغه علت وو چه وروسته له هغه چه امیر شیرعلی‬


‫خان یوه ورځ په پټه د کابل له باالحصار نه له خپل فامیل‬
‫سره د مزار د ښار په لور حرکت وکړ او ویل کیږي چه‬
‫بیا هلته هم په لنډو څو شپو کې د زهرو په وسیله‬
‫مسموم‪ ،‬مریض او بیا مړ شو‪ .‬او په کابل کې ئې همدغه‬
‫زوی امیر شوی وو‪ .‬مګر د دولتي چارو په سمون او‬
‫سیاسي کارونو کې بې وسې شوی وو او نیمه لیونی‬
‫حالت ئې درلود‪ .‬او هم دا هغه ترخې ورځې وې چه د‬
‫باالحصار د ننه یو کنډک عسکرو عصیان کړی وو چه بیا‬
‫هم د امیر محمد یعقوب خان د مور الس پکې وو او د‬
‫انګریزانو د اوس اوس راغلو سیاسي مشاورینو کور ته‬
‫ئې اور واچاوو چه انګریزان ووژل شول‪ .‬او له برطانوي‬
‫هند څخه هم پوځونه د کابل په لور په حرکت راغلل چه د‬
‫افغان‪ -‬انګلیس د دوهم جنګ فاجعه ترې پاته شوله‪.‬‬
‫انګریزانو امیر محمد یعقوب خان برطانوي هند ته‬
‫تبعید کړ او پدې توګه په کابل کې یوه سیاسي خالیګاه‬
‫پیدا شوله‪ .‬نو د انګریزانو له خوا یو داسې شهزاده لټول‬
‫کیده چه هم د شاهي محمد زي خاندان غړی وي او هم‬
‫د انګریزانو دوست وي‪ .‬ځکه چه دا ډار موجود وو چه د‬
‫‪50 of 1205‬‬

‫انګریزانو د پوځ په سر د افغان‪ -‬انګلیس د ملړي جنګ‬


‫‪۱۸۳۹-۱۸۴۲‬م کال کانه ونشي‪ .‬چه په هغه وخت کې د‬
‫انګریزانو ‪ ۱۸۲۰۰‬پوځيان له کابل نه تر ‪ ۱۰‬کیلومتري‬
‫پورې ټول تباه شول‪ .‬چه یواځې یو نفر "ډاکتر برایدن"‬
‫ژوندی‪ ،‬مګر زخمي ځان جالل آباد ته ورساوو‪.‬‬
‫د افغانستان راتلونکی امیر دادی چه له انګریزانو‬
‫سره په پټو خبرو کې وو او دا شهزاده عبدالرحمن خان‬
‫وو چه یولس کاله په بخارا‪ ،‬سمرقند او تاشکند کې ئې د‬
‫روسی ترکمنستان د تزار نماینده ګورنرجنرال له حمایې‬
‫او له مقرر کړل شوي معاش الندې ژوند تیر کړی وو‪ .‬او‬
‫هلته ئې د تاجکستان د بدخشان د سیمې له یوې ازبک‬
‫نژادې ښځې سره واده کړی وو او یو زوی ئې هم پیدا‬
‫شوی وو چه حبیب اله نومیده‪ .‬بالخره په ‪۱۸۸۰‬م کال په‬
‫اوړي کې د امیر په توګه اعالن شو‪.‬‬
‫مګر که په کابل کې د جنګ مخه امیر ونیوله چه په‬
‫انګریزي پوځ ګریالئی حملې ونشي‪ ،‬خو په کندهار او‬
‫هرات کې حالت بل شانته وو‪ .‬او له انګریزانو سره د‬
‫جنګ اعالن شوی وو چه د افغانستان د پښتنو له جنوبي‬
‫سیمو څخه هم ډیر کسان او قامي مشران ډلې ډلې د‬
‫‪51 of 1205‬‬

‫کندهار په لور خوځیدلي وو‪ .‬پدې ډلو کې یو هم زما نیکه‬


‫وو‪ .‬که څه هم امیر عبدالرحمن خان چه ال د شمالي د‬
‫چاریکار او د کابل په الره کې وو او زما نیکه ئې منلی‬
‫وو‪ ،‬ورسره غږیدلی وو او د سپه ساالري رتبه ئې هم‬
‫پیشکش کړې وه‪ ،‬الکن زما نیکه او د هغه پلرونو له ډیر‬
‫پخوا څخه د امیر شیرعلی خان او د هغه د فامیل له‬
‫نژدې دوستانو او درباریانو سره د دوستي ډیرې نژدې‬
‫اړیکې درلودلې او ال په هغه وخت کې د امیر شیر علی‬
‫خان د پوځي بري سببونه یې تامین کړي وو‪ .‬چه کله‬
‫شهزاده عبدالرحمن د امیر شیرعلی خان له پوځ سره د‬
‫وردګو او د زنه خان په سیمو کې په جنګ کې شکست‬
‫وخوړ او له خپل آکا سره یو ځای له افغانستان څخه‬
‫وتښتید او بیا ئې ځان منځنۍ آسیا ته ورساوو‪ .‬او زما‬
‫نیکه دادی چه اوس ئې ځان د سردار محمد ایوب خان‬
‫په مالتړي کندهار او میوند ته رسولی وو‪ .‬مګر هلته چه‬
‫کله سردار محمد ایوب خان ایران ته تیښته وکړه نور نو‬
‫د میوند د جنګ د مشرانو مقدرات هم معلوم شوي وو چه‬
‫امیر عبدالرحمن خان پسې ګرځیده چه ونیول شي او بیا‬
‫ووژل شي‪.‬‬
‫‪52 of 1205‬‬

‫او زما نیکه پدې هڅه وو چه د سردار محمد ایوب‬


‫خان د بیا راتلو او د پاچا کیدو شرطونه مساعد کړي‪،‬‬
‫چه پدې وخت کې په کراچي کې وو او د انګریزانو له‬
‫نظارت الندې وو چه معاش ئې هم ورته مقرر کړی وو‪ .‬په‬
‫منګلو کې د امیر له پوځ سره جنګ ونښت او د امیر پوځ‬
‫ته ئې زیات تلفات ورسول چه له اتو زیات توپونه ئې هم د‬
‫جنګ په میدان کې تر السه کړل او څو څو ځله پوځ‬
‫شکست وخوړ‪ .‬امیر پوه شوی وو چه د توپونو په ځای له‬
‫قران او مال څخه کار واخلي چه د عقیدې له الرې د‬
‫منګل قام کې عقیدوي ویره او هم نفاق پیدا کړي‪.‬‬
‫دې کار د هرې میاشتې په تیریدلو خپل تاثیر وښود‬
‫او بالخره زما نیکه ئې کابل ته راووست‪.‬‬
‫دادی چه کله زه اوس په ملړي ځل کابل ته راغلی ووم او‬
‫د باالحصار په لیدلو مې سینه د هغو کلونو د یاداشتونو‬
‫له خبرو او کیسو څخه ډکه شوې وه‪ .‬دا لیکل شوي د‬
‫ډیرو جلدونو کتابونه ‪ ۴۵‬کاله زما له نیکونو سره په همدې‬
‫اوږدې مودې کې په برطانوي هند کې د تبعید کلونه هم‬
‫تیر کړل‪ .‬او چه بیا بیرته د امیر امان اله خان په فرمان‬
‫مونږ بیرته خپل وطن ته راغلو‪ .‬امیر عبدالرحمن خان‬
‫‪53 of 1205‬‬

‫زمونږ کالوې ړنګې کړې وې او جایداد ئې هم ضبط‬


‫کړی وو‪ .‬چه اوس بیرته زما پالر او نیکه ته ورکړل شوې‬
‫زموږ خپلې ځمکې وې‪ .‬د تبعید پدې اوږدې مودې کې‬
‫زما پالر په برطانوي هند کې تولد شو او زموږ د مړو ډیر‬
‫هډوکي هم همالته پراته دي‪ .‬او د همدې کتاب لیکونکی‬
‫غور نیکه مې چه ژوندی پاته شوی وو‪ ،‬مګر په هند کې‬
‫ئې د یو نا معلوم جرم له کبله چه البته هلته ئې هم د‬
‫خاني پکرونه درلودل‪ ،‬ګمان کیږي چه له همدې کبله‬
‫انګریزانو په کال ‪۱۹۱۲‬م کې له هند څخه هم لیرې له‬
‫دریو نورو قامي مشرانو سره یو ځای چه څلور واړه‬
‫پښتانه وو او برطانوي هند ته تبعید شوي وو‪ ،‬نو "برما"‬
‫ته تبعید کړل‪ .‬او د برما د پایتخت "رنګون" په شمال‬
‫دیرش کیلومتري کې هستوګن شول‪ .‬او بیا همالته زما‬
‫نیکه په کال ‪۱۹۱۹‬م چه کله امیر امان اله خان استقالل‬
‫اعالن کړ له دنیا سترګې پټې کړې‪ .‬د انګریزانو له خوا‬
‫زما فامیل ته په رسمي لیک کې لیکل شوي دي چه‬
‫نوموړی د زړه له سکتې مړ شو‪ .‬او د شخصي مال ټول‬
‫هر څه ئې په ډیر آمانت زموږ فامیل ته "الهور" ته‬
‫آستولي وو‪ .‬او کله چه موږ بیرته وطن ته راستانه شولو‬
‫‪54 of 1205‬‬

‫دا ‪ ۲۲‬جلده کتابونه هم راوړل شول‪ .‬او دلچسپه خو داده‬


‫چه کله زموږ په هیواد د شوروي پوځ یرغل وکړ‪ ،‬نو قیام‬
‫پیل شو‪ ،‬نو د افغانانو د پاکستان په لور بیا مهاجرتونه د‬
‫دې سبب شول چه دا کتابونه بیرته هماغه پخواني هند‬
‫)اوسنی پاکستان( ته واوړي‪ .‬د عبرت او د درد خبره خو‬
‫داده چه پدې هیواد کې نه شاهانو او نه هم رعیت یو‬
‫آرام او په اتفاق ژوند ولید‪.‬‬

‫***‬
‫‪55 of 1205‬‬

‫او نن …‬

‫او کله چه خبره د کابل‪ ،‬د افغانستان د پایتخت ده‪ ،‬نو د‬


‫همدې کابل کورونه د ‪۱۹۹۲‬م تر ‪۱۹۹۶‬م په کلونو کې د‬
‫اوو اسالمي احزابو او اسالمي مجاهدینو په جنګ کې‬
‫ملړی چور او غال شول او بیا په سلو کې ‪ ۷۵‬فیصده ټول‬
‫کورونه خصوصا َ د کابل په غربي برخه کې وران او په‬
‫کنډوالو واوښتل‪ .‬دا همدا افغانان وو‪ ،‬پردي نه وو چه‬
‫خپل وطن ته دښمنان شوي وو‪ .‬سخت جنایتونه ئې سر‬
‫ته ورسول‪ .‬او په همدې کابل کې متخاصمو او دښمنو‬
‫اسالمي حزبونو د خپلو دښمنو حزبي اسیرانو په سرونو‬
‫میخونه ټک وهل‪ .‬په کانتینرونو کې ئې ژوندي ژوندي‬
‫وسوزول‪ .‬د اسیرانو په خولو کې به ئې میتازې کولې‪.‬‬
‫وږو تږو پریښودل شوو اسیرانو ته به ئې د یو بل اسیر‬
‫غوښې په شوروا کې ورکولې‪ .‬د باغ وحش ځانورانو ته‬
‫به ئې ژوندي ژوندي الس پوښې تړلي آچول‪ .‬او د ”رقص‬
‫مرده" په نوم د وژلو وحشي کارونه ئې سر ته ورسول‪.‬‬
‫په کابل کې هماغه د دارالمان قصرونه نن ړنګ دي او‬
‫هغه ښکلی سړک چه له دهمزنګ څخه تر قصرونو‬
‫‪56 of 1205‬‬

‫غزیدلی وو او یو وخت د غربي کابل د ښکال بې ماننده‬


‫نمونه وه‪ ،‬چه د سړک دواړو غاړو کې په هر څلور قدمي‬
‫کې ګڼې ونې وې او انسان به ئې په پیاده روي کې له‬
‫ګڼو سیورو الندې لذت آخست‪ .‬نن نه هغه ونې شته او نه‬
‫هغه پاک او پلن قیر سړک‪ .‬هغه سړک اوس ټوټه شوی او‬
‫کنډوکپر یوه دردناکه څهره ده‪.‬‬
‫او په حزبي او اسالمي څلور کلن جنګ کې د بابر د‬
‫باغ ونې هم ووهل شولې‪ .‬اوس یواځې یوه خواشینې‬
‫خرابه ده او قصر یې هم ټوک ټوک مټکې په پوښو والړ‬
‫دی‪ .‬په پغمان کې د طاق ظفر مرمرین او د تاریخي‬
‫عظمت یادګار هم له نورو پخوانیو ښکلو تعمیرونو سره‬
‫ټول او ټول ړنګ شوي دي او نسکور پراته دي! او د‬
‫دارالمان د قصرونو مخې ته په ښکلي تعمیر کې خوندي‬
‫شوی موزیم هم مجاهدینو چور کړ او تاریخي او پخواني‬
‫آثار ئې خرڅ کړل او تعمیر هم وران کړل شو‪ .‬چه پدغوو‬
‫یادو شوو تعمیرونو په سلهاوو د توپ مرمۍ او راکټونه‬
‫لګیدلي دي‪ .‬دا د څلورو کلو د جنګ او نفاق او د جهاد‬
‫او د جنایت له وحشت څخه د کابل په سینه کې پاته‬
‫زخمونه دي چه د افغانانو له السه یې زیات دردونه‬
‫‪57 of 1205‬‬

‫وروآښتل‪ .‬او بیا همدا افغانان د چنګیز او د کافرانو له‬


‫ظلمونو اوږدې اوږدې خبرې کوي‪.‬‬
‫او همدا مسلمان افغانان دي او د همدې هیواد‬
‫اوسیدونکي دي چه کافرانو ته نارحمه دښمنان او بیدینه‬
‫وائي او په کافرانو جهاد خپل دین ګڼي‪ .‬او نن له هماغو‬
‫کافرانو ډوډۍ غواړي او غواړي چه د افغان مسلمانانو د‬
‫سر‪ ،‬مال او ناموس امنیت ونیسي او د مسلمانانو له‬
‫حملو یې وساتي‪.‬‬
‫نن کابل وران دی! نن "‪۲۰۰۴‬م کال" کابل خپل ټول‬
‫پروني هغه څه له السه ورکړي دي چه د پیړیو محصول‬
‫وو‪ .‬که هغه عمارتونه په نظر کې ونیسو چه په څومره زیار‬
‫او زحمت او بیا د زمانو په اوږدو کې په ډیر مصرف‬
‫جوړ شول چه د کابل د آبادي زیری ئې درلود‪ .‬پدې‬
‫منظور او پدې تالش چه دا لوی هیواد باید یو د قدر وړ‬
‫پایتخت ولري او د پایتخت مقام او وړتیا او ښکال او نظم‬
‫او پاکي ولري او دیو مدني ژوند او فرهنګ وقار تمثیل‬
‫کړي‪ .‬ټول په کنډواله واښتل اوله خاورو سره خاورې‬
‫شول‪ .‬دا ددې هیواد د اوسیدونکو د ړنګولو د ناروغ‬
‫ذهنیت د څیړلو مهمه موضوع ده چه له آبادولو زیات په‬
‫‪58 of 1205‬‬

‫ناروغ تمایل د ړنګولو تیر ژوند او تاریخ لري‪ .‬د څیړلو‬


‫اصلي مطلب همدا دی‪ .‬هغه باالحصار چه په خپله‬
‫شمالي نژدې ملنې کې د ټول هیواد لپاره د "حربي‬
‫پوهنتون" په لرلو ویاړ درلود‪ ،‬چه محمد نادر خان جوړ‬
‫کړ‪ ،‬مانا داده چه همدې خلکو هماغه پاچا ته ظالم ویل‪.‬‬
‫الکن د همدې رعیت په الس دړې وړې شو چه ځانو ته‬
‫یې مجاهدین او د خدای د دین او د اسالم پیروان ویل“‪.‬‬
‫دا خو د دوی خبرې دي او ال هم د دوی د دین د ژبې‬
‫تبلیغ دی‪ ،‬الکن هغه وجدان او ایمان ئې نه مني چه د‬
‫خپل وجدان شرف او مقام ئې د پردي عرب له جنت نومي‬
‫خیالي فاحشه خانې سره عوض کړی نه وي‪ .‬ددې هیواد‬
‫په وړاندې به هم څوک احترام لري که نه‪ ،‬او که به ټولې‬
‫سینې خاموشه وي؟ چه پریږدي چه دې وران او سرتور‬
‫هیواد په سترګو کې وروسته لدې هم د پردي اسالم‬
‫خاورې واچول شي؟ آیا پدې هیواد کې به هیڅ ”انسان‬
‫افغان" نه وي چه دین او مذهب ئې د خپل ګران هیواد‬
‫عزت وي او همدا د غیرت او غرور هوډ ولري‪ ،‬په میړانه‬
‫او پاک ایمان پدې عزم چه‪" :‬پس له خدایه وطن دی !“ او‬
‫که به د "انسان افغان" خالي ځای به بیا هم "مسلمان‬
‫‪59 of 1205‬‬

‫افغان" نیسي؟ هغوی چه د اسالم جهاد او جنایت خپل‬


‫دین ګڼي او دا هیواد به بیا هم خپل څښنت او خپل اوالد‬
‫او خذمت ګار نلري؟‬
‫او بیا هم کابل دا ژبه ونلري چه وپوښتي چه‪:‬‬
‫زما په سینه کې آباد پوهنتون او پوهنځي چا وران کړل؟‬
‫دا ورانونکی څوک وو؟ ولې محاکمه نشول؟ که دا جنایت‬
‫کاران کمونستان وو او که مسلمانان او یا مجاهدین وو‪،‬‬
‫دواړه د ژوند او د وطن دښمنان وو! کمونیزم او اسالم‬
‫دواړه د افغان دکور او هیواد او د خاورې او اوبو بوټي‬
‫نه وو! دواړه پردي وو‪ .‬دواړو وینې توئې کړلې‪ ،‬د دواړو‬
‫دې هیواد ته ضررونه ورسیدل‪ .‬او خصوصا َ چه دواړو د‬
‫انسان کرامت په نظر کې ندرلود‪.‬‬
‫کله چه د انسان په دننه کې انسانیت مړ شوی وي بیا که‬
‫خپل وطن هم ولري‪ ،‬مګر د خپل وطن عزت ساتلی نشي‪.‬‬
‫او دا انساني پکر نشي کولی چه آیا کابل ‪ ۲۰۰۰‬کاله‬
‫مخکې له میالده وران شو؟ او که نه افغانان له میالده‬
‫‪ ۲۰۰۰‬کاله وروسته خپل ړنګ پایتخت ته ګوري چه همدې‬
‫افغانانو وران کړ نه پردیو‪.‬‬
‫‪60 of 1205‬‬

‫که موږ له کابل او که له خپل هیواد نه غږیږو او په‬


‫دردونو ئې دردیږو دا پدې انساني مطلب چه وطن سپک‬
‫نشي‪ .‬دا دیو پاکترین آرمان انساني مطلب دی‪ .‬چه له‬
‫همداسې پاک احساس څخه ژوند‪ ،‬ځان او وطن ته د‬
‫کتلو په عزت هم ژوند هم وطن عزت پیدا کوي‪ .‬او د‬
‫همداسې انساني تالش او د یو لوړ اخالقي غرور له‬
‫معنویت او د دروني نظم له تربیې څخه او له همدې‬
‫انساني مزایاوو څخه به بیا هیڅ یو افغان د خپل هیواد‬
‫تش په یوې سپیرې لوټې ال هم ذلت ونه لوروي‪ .‬او دا به‬
‫نه مني چه پریږدي ژوند او ځان او وطن ئې سپک شي‬
‫او د افغان او د افغانستان نوم بدنامه شي‪.‬‬
‫ټوله خبره دا ده چه له خپلې ژبې وغږیږو چه له موږ نه دا‬
‫پوښتنه زموږ خپل وران هیواد کوي چه؛ آیا افغانانو له‬
‫ځانو څخه پوښتلي دي چه ولې ګدایګر شوي یو؟‬

‫په کال ‪۱۷۴۷‬م میالدي کې دا وطن د یو هیواد په هویت‬


‫اعالن شو‪ ،‬نو بیا ولې د شلمې پیړۍ په پای کې نني‬
‫حالت ئې جهانیانو ته یو شرم شوی دی؟ او دا هغه‬
‫موضوع ده چه نورې پوښتنې هم لري‪:‬‬
‫‪61 of 1205‬‬

‫‪ .۱‬آیا دا د "افغان" نوم یو واقعیت وو؟‬


‫‪ .۲‬آیا موږ د افغان د نامه په "افغانیت" ټول راټول یو‬
‫”واحد ملت“ یو او یا وو؟ او که نه ال هم او ال تر ننه‬
‫پورې واحد ملت شوي نه یو؟ او ولې؟‬
‫‪ .۳‬آیا دا د تاریخ خپله اشتباه نه وه چه د افغانستان په‬
‫نوم یو هیواد اعالن شو؟ ځکه چه که د وطن نوم وي‪ ،‬مګر‬
‫که د وطن آبرو او تاریخي عزت ونشي ساتلی بیا نو آیا‬
‫د یو هیواد هویت ورکوالی شو؟‬
‫‪ .۴‬که موږ وایو چه وطن لرو‪ ،‬مګر که تاریخ ئې داسې‬
‫ژبه ونلري چه ووائي چه‪:‬‬
‫”په تیرو پیړیو کې افغانان بې سواده وو! او ظاملان پکې‬
‫ډیر وو‪ .‬په هغو زمانو کې فقر وهلي وو‪ ،‬فریبکاره‪ ،‬جاهل‬
‫او ګدایګر وو‪ .‬آباد ښارونه ئې ندرلودل‪ .‬حتی د خپل هیواد‬
‫ځنګلونه ئې وهل‪ .‬تر خپلو منځو ئې شخصي او قامي‬
‫دښمنۍ درلودلې‪ .‬او خپل همدې نفاق ته به ئې غیرت وایه‪.‬‬
‫مګر بیا افغانان لداسې جهالت او تیارو او شرم څخه ګام‬
‫په ګام لیرې شول‪ .‬ځکه چه په هغو لیرې پیړیو کې ئې د‬
‫‪62 of 1205‬‬

‫خپل پرتاګه پرتوګاښ ال پردی وو او د خپل کور د نغري‬


‫اور ته به ئې ال هم د خپل الس ګوګړ ندرلودل‪ .‬یو مفت‬
‫خوره مخلوق وو‪.‬‬
‫مګر بیا د داسې شرم او بې غیرتي په ضد د افغانانو‬
‫له خوا په یو لوی ملي تعهد پراخ تعلیمي او ملي قیام‬
‫وشو‪ .‬بې سوادي ورکه شوه‪ ،‬د نفاق او جهالت له تیارو‬
‫څخه راووتل چه اوس په هغو تیارو پیړۍ تیرې شوي دي‪.‬‬
‫هغه وخت ناپوهي وه چه افغانانو به د حقیقت له ویلو او د‬
‫حقیقت له آوریدلو او منلو څخه بد وړل‪.‬‬
‫خو نن په هیواد کې هغه پروني چلونه او بد نیتونه‬
‫نشته‪ .‬او نه هم هماغه پخواني غله شته‪ .‬هیڅوک په دروغو‬
‫نپوهیږي‪ .‬او نه هم د رشوت نوم څوک پیژني‪ .‬اوس ټول‬
‫افغانان په یو واحد وطن راټول په صداقت او راستکاري د‬
‫وطن په خذمت کې دي‪ .‬هیواد آباد دی او خلک په امنیت‬
‫‪63 of 1205‬‬

‫کې آرام یو له بل سره مشفق او متحد‪ ،‬او د یو واحد ملت‬


‫په توګه د افتخار معاصر ژوند او تاریخ لري“‪.‬‬

‫مګربله خوا حقیقت همدا دی چه وڅیړو او بیا ومنو چه‬


‫دا ‪ ۱۴۰۰‬کاله کیږي چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬نه دې هیواد د پردي عرب له اسالم څخه‪،‬‬
‫‪ .۲‬او نه ئې هم له مسلمان افغان څخه خیر ولید‪.‬‬

‫***‬
‫‪64 of 1205‬‬

‫کابل له اسالم څخه مخکې‬


‫‪ -‬الف ‪-‬‬

‫کابل له ”کاپیسي“ څخه ‪ ۶۰‬کلیومتره لیرې جنوب ته پروت‬


‫دی‪ .‬وروسته له هغه چه کاپیسي یا " کاپیسا" وران کړل‬
‫شو نو بیا سترګې کابل ته واوښتلې او کابل وروسته له‬
‫هغه هم سیاسي او هم نظامي مرکزي شهرت پیدا کړ‪.‬‬
‫او دا د عربو د اسالم تجاوز وو چه کابل په نظامي او‬
‫دفاعي سنګر بدل شي‪ .‬که نه خو د هغه وخت د عربو له‬
‫جهاد او جنایت څخه پخوا کابل د پاکو عقیدو او معبدونو‬
‫سیمه وه‪ .‬او عموما َ د نني "خورد کابل" په شا او خوا‬
‫آرامو ځایونو کې ئې عابدان د الهي شفقت په ستاینه‬
‫مشغول وو چه تر خوا ئې د لوګر سین بهیده او چه تر‬
‫”بت خاک“ پورې دغو معبدونو دوام درلود‪ .‬او د سین‬
‫پاکې څپې رڼې اوبه او د عبادت سپیڅلې زمزمې د یو‬
‫روحي آرامش معنوي فضا جوړوله‪ .‬نه جنګ وو او نه هم‬
‫د دین او د خدای په نوم چا جنایت او جهاد پیژانده‪.‬‬
‫مګر خدای ته شوی توهین او حقارت د عربو له اسالم‬
‫‪65 of 1205‬‬

‫سره یوه ورځ خپل په وینو ککړ السونه کابل ته هم‬


‫راوغځول‪ .‬په ملړي ځل په کاپیسا کې وینې توئې شولې او‬
‫د کاپیسا تر سلو پورې معبدونه عربو ملړی چور کړل او‬
‫بیا ئې ټول او ټول ونړول چه د عربو د قاتالنو او غلو‬
‫مشر د "جبل زوی ابراهیم" نومیده‪.‬‬
‫دې قاتل عرب د دین په نوم هغه بیګناه انسانان‬
‫ووژل چه نه د عربستان عربو ته په غال او په چور پسې‬
‫تللي وو او نه ئې نورو انسانانو ته کافران او د خدای‬
‫دښمنان ویلي وو‪ .‬بلکه له عربستان څخه ډیر ډیر لیرې د‬
‫نني افغانستان د پایتخت شمال ته په الهی عبادت او‬
‫عقیدې مشغول وو‪ .‬او دوی ټول د یو داسې انساني او‬
‫اخالقي ارشاداتو پیروان او پابند وو چه‪” :‬په هغه عقیده‬
‫کې ټولو ساه لرونکو ته د ژوند احترام په حقیقت کې ساه‬
‫ورکونکي ته احترام وو‪ .‬خدای پرستي همدا او انسان‬
‫دوستي همدا ده چه دواړه د الهی عبادت دوه برخې دي‪.‬‬
‫دا آرام او بې ضرره خلک آیا د چا په تورو او په کوم‬
‫مقصد وژل کیدل؟ مالونه ئې‪ ،‬عبادت خانې ئې او کورونه‬
‫ئې ولې چور کیدل؟ او بیا ړنګیدل؟‬
‫‪66 of 1205‬‬

‫آیا که همدا په کاپیسا کې اوسیدونکو تورې په الس‬


‫عربستان ته ئې ځانونه رسولې وای‪ ،‬او د عربو میندې او‬
‫ماشومان ئې وژلې وای چه د دوی دین ومني‪ ،‬نو آیا د‬
‫عربو میندو او ماشومانو به د کاپیسا د خلکو دغو‬
‫جنایتونو ته د خدای دین ویلي وو؟ او دوی به ئې د‬
‫شریفو انسانانو په توګه هرکلي کړي وو؟ او د دې‬
‫متجاوزو جنایت کارانو مشر ته به ئې "د خدای پیغمبر"‬
‫ویلي وو؟ البته چه دا یو وحشت وو ‪ ،‬نه دین‪.‬‬
‫دا دیو عرب د "خود پرستي" ناروغ ذهن وو او د‬
‫خود خواهي او تجاوز لپاره یوه بهانه وه چه د عربو‬
‫لداسې قاتل ذهن څخه د "بت پرستي" پلمو ته کوم دلیل‬
‫نه وو‪ ،‬ځکه چه بشریت یواځې د عربستان په محدوده‬
‫ځمکه کې د عرب قام نه وو‪ .‬بلکه له اسالم څخه ډیرو‬
‫پخوا زمانو کې او د بشریت په لویه ملنه کې په ډیرو‬
‫ځایونو کې الهی سرودونه زمزمه کیدل‪.‬‬
‫او که په پلمو کې مقصد "واحد خدای" وو‪ ،‬نو دا‬
‫مسئله خو له عیسی څخه دوه زره کاله پخوا "ابراهیم"‬
‫چه ال په "کلده" کې وو مطرح کړې وه چه یهودیان او‬
‫عیسویان ئې پیروان وو‪ .‬نو بیا "محمد" نومي عرب ته دا‬
‫‪67 of 1205‬‬

‫بهانه پاته نه وه چه د خپلې تیروریستي ډلې سره تورې‬


‫په الس د "مدینې" د ښار په عیسویانو او یهودی‬
‫اوسیدونکو په رڼا ورځ حملې وکړي‪ .‬چه کورونه ئې چور‬
‫کړل‪ ،‬خلک ئې قتل کړل او ښځې ئې د جهاد په نوم په‬
‫غنیمت کې تر خپلو منځو وویشلې‪ .‬چه ټول مقصد همدا‬
‫چور وو نه خدای او نه دین‪ .‬بلکه دا خدای او دین ته‬
‫حقارت او توهین وو چه محمد نومي عرب ئې بنیاد‬
‫کیښود‪ .‬چه تر دې مودې د هغه وخت ټولو عقیدو له‬
‫هسپانیا څخه نیولې تر لیرې شرق چین‪ ،‬جاپان او هند‬
‫پورې د انسان ناموس او د انسان ژوند او شرف ته‬
‫احترام درلود‪ .‬او ټولو له خپلو خپلو ژبو الهي عبادت تر‬
‫سره کاوو او تر اسالم پورې په هیڅ عقیده کې د جهاد‬
‫په نوم جنایت ته د خدای الس اوږد کړل شوی نه وو‪.‬‬
‫مګر محمد نومي عرب په مکه او مدینه او بیا عربستان‬
‫کې ورور د ورور په مقابل کې د "مسلمان او کافر" په‬
‫نوم ودرول‪.‬‬
‫هر افغان چه خدائي محبت او د پاک عبادت مینه‬
‫په زړه کې لري او په خپل وجدان ئې عقیده وي نو باید د‬
‫خپل وطن دښمن هم وپیژني‪ .‬که نه خو دا به افغانانو ته‬
‫‪68 of 1205‬‬

‫یواځې یو خیالي کیسه وي چه دا ولولي چه "په کاپیسا‬


‫کې د عربو لښکرو د دې هیواد اوسیدونکي ووژل“‪ .‬او‬
‫ممکن دا به هم ووائي چه هغه خبرې او هغه وختونه خو‬
‫اوس ټول تیر شوي دي او دا کیسې هم زړې شوي دي‪.‬‬
‫نو څه ګټه لري چه یا ولیکل شي او یا هم ولوستل شي؟‬
‫مګر اسالم زموږ له خلکو او زموږ له وطن څخه الس‬
‫ندی آخستی‪ .‬او دا ‪ ۱۴۰۰‬کاله کیږي چه اسالم په خپلو‬
‫خرافاتو زموږ په وجدان لوبې کوي‪ .‬او زموږ د ژوند‬
‫ځانګو د پردي اسالم په الس زنګیږي‪ .‬او زموږ خپلې‬
‫سینې د عربو اسالم اشغال کړي دي او دا اشغال له‬
‫پیړیو راهیسې دوام لري‪ .‬خپل څه نلرو‪ ،‬هغه څه چه زموږ‬
‫خپل مستقل انساني پاک پکر وي او پداسې پکر او‬
‫آزادي او پاکي زموږ خپل وجدان شاهدي ووائي‪.‬‬
‫او که خبره زموږ د تیر تاریخ د روښانه کولو او د‬
‫دې هیواد د دښمنانو د پیژندلو وي‪ ،‬نو وجدان تل له‬
‫انسان سره وو‪ ،‬او وي به چه په تیر شوي تاریخ کې نه‬
‫راځي‪ .‬دا وجدان دی چه قضاوت او محاکمه لري‪ .‬منلی‬
‫نشي چه خدای په جنایتونو او جهاد خوښ وي‪ .‬وجدان‬
‫منلی نشي چه خدای جهاد او جنایت خپل دین اعالن‬
‫‪69 of 1205‬‬

‫کړي‪ .‬او انساني اخالق دا نشي منلی چی یو تیرورست‬


‫او قاتل د د خدای پیعمبر وي او خدای د د قاتالنو مالتړ‬
‫وي‪.‬‬
‫که اسالم د خپل پیرو وجدان کمزوری کاوو پدې منظور‬
‫چه د وجدان په کمزوري کې مسلمان کوالی شي اسالم‬
‫په دین ومني‪ .‬مګر خپل وجدان ئې له منځه وړي او ځای‬
‫ئې د اسالم د منافقت سل ژبي نیسي‪ .‬چه دا پخپله د‬
‫وجدان سقوط دی چه د اسالم دروغجنه ژبه اخالقي شرم‬
‫نلري‪ .‬او ځای ئې د اخالقي ندامت او پیښماني په ځای‬
‫بر عکس د منافقت فوق العاده استعداد ونیوو‪.‬‬
‫که د عربو د اسالم ککړ السونه تر هسپانیا او تر‬
‫افغانستان او منځنی آسیا او هند پورې هم ورسیدل او‬
‫هر څه ئې لوټ کړل‪ ،‬چه هماغه خپل عام قتلونه د ”مقدس‬
‫جهاد“ په نوم په فخر یادوي‪ .‬او که په غال او چور د بې‬
‫حسابه ثروت او حرام خاوندان هم شول او په لسهاوو زره‬
‫ښځې او لسهاوو زره تنکي هلکان ئې د شهوت قرباني‬
‫شول‪ .‬او یا ئې هغوی ته د غالمي بازارونه جوړ کړل‪،‬‬
‫مګر بله خوا لوی بشریت پدې حقیقت هم شاهد شو چه‬
‫وپوښتي او وڅیړي چه اسالم ولې د خپل وخت د جهان‬
‫‪70 of 1205‬‬

‫په بل هیواد کې نه‪ ،‬بلکه په عربستان کې پیدا شو؟ او‬


‫بشریت ته دا اخالقي ثبوت او سند پاته شو چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬که اخالقا َ کمزوره موجود نه وای‪ ،‬نو اسالم به هم پیدا‬
‫شوی نه وو‪.‬‬
‫‪ .۲‬او چه تر هغو وجدانا َ کمزوري کسان پدې نړۍ کې‬
‫موجود وي‪ ،‬نو اسالم به هم موجود وي‪.‬‬

‫اسالم د جنایتونو یو تور تاریخ لري‪ ،‬مګر که څوک‬


‫وغواړې چه اسالم وپیژنې چه ال د جهاد له جنایتونو ئې‬
‫الس اخستی ندی‪ ،‬پکار ده چه د محمد نومي عرب‬
‫شخصي ژوند‪ ،‬خصوصا َ له وړکتوب څخه وپیژني‪ ،‬چه بې‬
‫موره بې پالره له حقارت الندې لوی شو‪ .‬د ده وړکتوب د‬
‫مکې د ښار ګوټي د کوڅو د فقر وهلو او بیکاره بې‬
‫کسبو ډلو په اوګو تیر شو‪ .‬چه په شرف او ناموس ئې له‬
‫شوو تجاوزونو پاته ژور زخمونو او ژورو ُعقدو څخه کرار‬
‫کرار د انتقام یو نا رحمه او ناروغ روح جوړ شو‪ ،‬چه د‬
‫داسې انتقام بل نوم اسالم وو‪ .‬او هماغو ُعقدو بیا هم‬
‫عام قتلونه سرته ورسول چه هیڅکله یې د نورو د شرف‪،‬‬
‫ناموس‪ ،‬سر او مال ته احترام ونکړ‪ .‬دې عقدو وینې‬
‫‪71 of 1205‬‬

‫غوښتې‪ ،‬معجزې ترې جوړیشولې‪ ،‬او آیتونه ایجاد شول‪،‬‬


‫خو زخمونو یې هیڅ کله آرام ندرلود‪ .‬د خدای کتاب هم‬
‫جوړ شو او دا غږ تر نورو هیوادونو هم ورسید چه‪:‬‬
‫”څوک چه محمد د خدای په پیغمبري نه مني‪ ،‬کافر دی‪.‬‬
‫او په کافرانو جهاد کول د خدای خپل امر دی‪ .‬که چا‬
‫اسالم ومانه‪ ،‬مګر پنځه وخته ئې ورځې او د شپې په‬
‫ملانځه کې او پنځه وخته ئې له ملانځه مخکې په آذان کې‬
‫دا شهادت ونه وائي چه زه شاهدي وایم چه محمد رسول‬
‫د خدای دی‪ ،‬نو هغه حقیقي مسلمان ندی باید د خدای‬
‫د جهاد فرمان په هغه هم تطبیق شي…“‪.‬‬
‫دا د افسوس او درد څومره ژوره موضوع ده چه‬
‫کله ‪ ۱۴۰۰‬کاله وروسته ال هم د افغان نوم او د افغان د‬
‫وطن د ژوند خبره یاده شي او دا وغوښتل شي چه مونږ‬
‫خپل ژوند او د خپل ژوند خبرې ولیکو چه اسالم پکې یاد‬
‫نشي‪ ،‬مګر سل ځله افسوس چه افغانان په هره ساحه‬
‫کې د ژوند خپله داسې آزادي نلري! داسې ثبوت نلري‬
‫چه د وجود او هستي او روح جهان ئې د پردي اسالم د‬
‫جهاد او جنایت د خرافاتو له خرافاتي اشغال څخه آزاد‬
‫‪72 of 1205‬‬

‫وي او د خپل اخالقي شخصیت او روح او وجود او‬


‫جهان واکمن وي‪.‬‬
‫که دا کابل وي او که د افغانستان د ځمکې په سر‬
‫په هر لوري د الرو په اوږدو کې هره خوا ګام په ګام چه‬
‫سترګې لګي‪ ،‬موږ د پردي اسالم سره مخامخ کیږو‪ .‬چه‬
‫د غالمي پړي ئې له موږ نه تاو شوي دي او همدغه علت‬
‫او درد دی چه له هغه وخته چه د افغانستان ځمکې ته د‬
‫اسالم تیارې راغلي دي بیا مونږ د خپل ځان او ژوند‬
‫واک او تاریخ نلرو‪.‬‬
‫او د داسې عبرت نتیجه دا ده چه کله موږ د خپل‬
‫ژوند د داستان د اوږدې الرې په مزله ګام ږدو نو جبرا َ به‬
‫په الرې د اسالم د پرتې تیارې تورې پردې څیروو‪ .‬پدې‬
‫مطلب چه په تیارو کې خپله الره او خپل ځان او خپل‬
‫وطن لیدلی نشو او پیژندلی نشو‪ .‬دا تر هغه وخته چه له‬
‫هر څه مخکې تیارې وپیژنو ځکه چه د تیارو څیرل د‬
‫تیارو په پیژندلو کیږي‪.‬‬

‫که ابراهیم نومي عرب د کاپیسا معبدونه چورول او نړول‪،‬‬


‫خو د عبدالرحمن نومي عرب په قومانداني کابل هم د‬
‫‪73 of 1205‬‬

‫اسالم د جنایت له لښکرو سره مخامخ شو‪ .‬او که په‬


‫همدومره خبرې یو اوړ مکث وکړو او نه چه یواځې په‬
‫کابل او اسالم ودریږو‪ ،‬بلکه موضوع د ژوند او د اسالم‬
‫موضوع ده او تاریخ ته احترام د تاریخ همدا څیړنه ده‪،‬‬
‫چه د اسالم له وحشته تیر نشو چه بیا په پرون کې یې‬
‫حساب کړو او همالته په پرون کې پاته شي او له یادولو‬
‫ئې الس واخلو‪ .‬بلکه اساسي خبره داده چه اسالم له‬
‫مونږ نه او زمونږ له وطن او زمونږ له ژوند څخه الس ندی‬
‫آخستی‪ .‬ځکه چه همدا کابل له ‪۱۹۹۲‬م څخه تر ‪۱۹۹۶‬م‬
‫پورې د هماغه اسالم پیروانو او مجاهدینو وران کړ! او‬
‫بیا له ‪۱۹۹۶‬م څخه تر ‪۲۰۰۱‬م پورې د همدغه پردي‬
‫اسالم نورو غالمانو د کاپیسا د سیمې ملنو ته اور‬
‫واچاوو‪ ،‬لکه څرنګه چه پیړۍ پخوا عرب ابراهیم همدا‬
‫وحشت سرته رسولی وو‪ .‬مګر د اسالم د غالمانو فرق له‬
‫خپلو بادارانو دا وو چه ئې له خپلو بادارانو ال هم په‬
‫خپلو خلکو او د خپل هیوا په ونو او شنو باغونو ټینګې‬
‫لیونۍ خولې لګولې‪.‬‬
‫پوښتنه دا ده چه دا افغانان کوم لیوني سپي خوړلي‬
‫وو؟ خبره همدا ده چه له لیوني سپي نه ال بدتره د اسالم‬
‫‪74 of 1205‬‬

‫میکروب چیچلي وو‪ .‬چه پدې نپوهیدل چه له خپل هیواد او‬


‫له خپل وجدان څخه څومره پردي شوي دي‪ .‬ځکه چه د‬
‫اسالم د جنت په خاطر خپل وطن ورانوي او د انسان‬
‫وینې تویوي‪ .‬واقعا َ دا د عبرت هغه انساني موضوع ده‬
‫چه دا رنګه ناروغان نجات غواړي‪ ،‬نه چه تش ګیلې ترې‬
‫وشي او د دوی د جنایتونو د وحشت یواځې په غندلو او‬
‫یا د بدرد په یادولو اکتفا او ارضا وشي‪ .‬باید علت‬
‫مطالعه شي چه په هماغه ناروغ روح او اخالقا َ کمزوري‬
‫"محمد" نومي عرب او د هغه د تیرورستانو په ډلې‬
‫دریږي‪.‬‬
‫محمد نومی عرب ‪ ۲۴‬کلن شوی وو او د مکې د ښار‬
‫ګوټي د اوښانو او د رمو د ډیروالي او تجارت په سبب په‬
‫ثروت مشهوره شوې ‪ ۴۰‬کلنې یوې کونډې سره یې واده‬
‫وکړ‪ .‬چه لدې واده مخکې د هغې کونډې د دارائي مزدور‬
‫او ناظر وو‪ ،‬چه ئې څو څو ځله بصرې او شام ته په‬
‫تجارت واستاوو‪ .‬او پدې توګه محمد د هغه وخت د جهان‬
‫ځینې مهم ځایونه‪ ،‬خلک او تاجران ولیدل‪ .‬خصوصا َ د‬
‫خپل وخت د مدني ژوند ماحول سره آشنا شو او خارجي‬
‫ژبې ئې هم څه نا څه زده کړې‪ .‬او ورسره ئې په‬
‫‪75 of 1205‬‬

‫فلسطین او سوریه کې د روم د امپراطوري قصرونه‬


‫ولیدل‪ .‬د شام په تجاري بازارونو کې ئې د چین د‬
‫تاجرانو له خولو د چین نوم واورید‪ .‬او په ایران کې د‬
‫ساساني د قام له امپراطوري خبر شو‪ .‬یهودي تاجرانو‬
‫او عیسوي کشیشانو سره آشنا شو او له هغوی څخه ئې‬
‫د طورات او انجیل د کتابونو ډیرې کیسې او افسانې‬
‫واوریدلې‪ .‬د بصرې بندر ته نژدې خلیج او د بحیرې اوبه‬
‫ئې ولیدلې‪ .‬خصوصا َ د شنو باغونو په لیدلو او لوړو‬
‫قصرونو ته حیران پاته شوی وو‪ ،‬چه په ټول لوی‬
‫عربستان کې د رڼو اوبو تش یوه ویاله ال هم نه وه‪ .‬او نه‬
‫چا د زراعت ځمکې او شنه باغونه پیژندل‪ .‬چه بیا به‬
‫محمد د خپلې پیغمبري منونکو ته د جنت خیالي شنه‬
‫باغونه په مکافات له څوارلس کلنو نجونو سره د شهوت د‬
‫تندې په منظور وعده ورکول‪.‬‬
‫محمد په هر ځل په تجاري کارونو کې له ګټو سره‬
‫مکې ته راستون شو‪ .‬چه خپلې بادارې "خدیجې" ته ئې‬
‫مخکې له واده نه د روم د امپراطورۍ له واکمني الندې په‬
‫بازارونو کې د سرو زرو زیورات او د چین له تاجرانو‬
‫څخه ئې وریښمین کالي آخستي وو؟ چه د مکې د ټولو‬
‫‪76 of 1205‬‬

‫اوسیدونکو به د داسې شیانو په لیدلو خولې خالصې‬


‫پاته شوې وې او خبرې له محمد تاجر څخه کیدلې‪.‬‬
‫بالخره محمد د خپل راتلونکي پالن الره او د الرې مهم‬
‫ګامونه وټاکل‪ .‬په بل ځل یې له ځان سره د انجیل او‬
‫طورات کتابونه هم راوړل‪ .‬او دوهم ګام ئې دا وو چه د‬
‫کونډې خدیجې ثروت تر السه کړي‪ ،‬چه دا کار له هغې‬
‫سره په واده کولو تر سره شو‪ .‬محمد چه کله ‪ ۴۰‬کلني ته‬
‫ورسید نو د ژوند زیاته برخه ئې مکې ته نژدې د یو غره‬
‫په یوې مغارې کې په لوستلو تیر کړ‪ .‬پدې غار کې پټ په‬
‫مطالعه ځکه مشغول وو چه یوه ورځ به ئې بیا د پیغمبري‬
‫په وخت کې د خپلو نورو معجزو تر څنګ دا تبلیغ هم‬
‫کاوو چه "زه بیسواده ووم او دا خبرې خدای ماته د‬
‫جبرائیل فرشتې په الس را آستولې‪ .‬دا خبرې زما نه وې‬
‫بلکه ټولې د خدای خبرې وې‪ .‬چه بیا هغه خبرې د قرآن‬
‫"د خدای د کتاب" په نوم او تبلیغ او دروغو په ډیره‬
‫ځیرکي او مهارت ونومول شو‪.‬‬
‫محمد پدې پوهیدلی وو چه د مکې ښار د کوڅو‬
‫بیکاره ډلې چه د قمار وهلو او د جنګ په عصبي مزاج‬
‫ککړ او وږي او فقر ځبلي دي د محمد د سبا ورځې د‬
‫‪77 of 1205‬‬

‫جهاد او تیرور په زړه پورې کادرونه دي‪ .‬په عربستان کې‬


‫د هغو زمانو ژوند له دنیا څخه ناخبره ژوند وو‪.‬‬
‫عربستان ټول وچې دښتې وې او سور ملر وو‪ .‬یواځې د‬
‫باران د اوبو ډنډونو او د ځینو څاګانو شاوخوا ته به‬
‫قامونو خپلې کیږدی ودرولې‪ .‬او ډیر ځله د عربو د قامونو‬
‫تر منځه خونړي جنګونه کیدل‪ .‬او هغه عرب ته به په‬
‫شهرت او فخر "غیرتي‪ ،‬شجاع‪ ،‬باتور او قهرمان ویل‬
‫کیدل چه په قامي دوامداره جنګونو کې به ئې مقابل‬
‫دښمن څخه ډیر وژلي وو او په نورو عربو کې به یې د‬
‫زړورتیا لوړ مقام درلود او شهرت به یې پیدا کړ‪ .‬د عرب‬
‫قامونو که نر وو او که ښځې په ټول عمر کالي ډیر کم‬
‫مینځل‪ ،‬ځکه چه د اوبو دوامداره روانې ویالې نه وې‪ .‬د‬
‫عربو مختلفو قامونو په کال کې یو ځل د "حج " د ورځې‬
‫په نوم په مکه کې غونډیدل او د "کعبې" په نوم د ُبت‬
‫خانې د ننه د مجسمو او بتانو ملانځنه به ئې په ګډه‬
‫کوله‪ .‬دوی هر قام او هر فامیل او حتی فرد خپل خپل‬
‫بتان درلودل چه له خپلو خپلو عقیدو سره ئې تړلي وو‪.‬‬
‫مګر ټولو به د حج په ورځې له خپلو بتانو د جنګ او ظفر‬
‫غوښتنه کوله چه له خپل دښمن څخه انتقام واخلي‪ .‬دا‬
‫‪78 of 1205‬‬

‫ځکه چه عربو دولت ندرلود نو د سختو شرطونو د بقا‬


‫قانون د جنګ قانون وو‪.‬‬
‫د حج په لوی مراسم کې به لوی بازار هم جوړ شو‬
‫چه مهم پکې د رمو او اوښانو وړۍ وې او په سرې‬
‫بحیرې کې د بحري غلو له خوا نیول شوي اسیران به هم‬
‫خرڅیدل‪ .‬او له نورو هیوادونو څخه لکه مصر‪،‬‬
‫حبشستان‪ ،‬هند او یمن څخه راغلو تاجرانو به هم خپل‬
‫خپل مالونه راوړي وو‪ .‬لکه شراب او له مصر څخه تورې‬
‫چه تود بازار ئې درلود‪ ،‬له هند څخه نکریزي او یا د‬
‫جامو رخت‪ .‬او پدې ورځ به چه کله د زړې بت خانې ور‬
‫خالص شو او د دوی په عقیده یوې آسماني لویدلې‬
‫پخوانۍ فضائی تیږې "توره تیږه" عبادت به چه کله په‬
‫ځای شو‪ ،‬نو بله ورځ به د شعر خواني ورځ وه چه د‬
‫عربو استعداد په حماسي شعرونو کې زیات اوچت وو‪.‬‬
‫او ټول شعرونه به د جنګ په قهرمانیو تاویدل‪ ،‬ځکه چه د‬
‫عربستان سوزونکو ریګي دښتو کوم داسې ښکلې طبعي‬
‫منظره ندرلودله چه نورو شعرونو ته الهام وګرزي‪ .‬هر‬
‫شعر به د ناستو عربو ګڼې ګوڼې مخې ته د لوڅې تورې‬
‫په قهرناک حالت له څرخولو سره د جنګ حرکات هم‬
‫‪79 of 1205‬‬

‫پداسې شکل اجرا کیدل چه څومره به ئې د نورو په‬


‫زړونو کې ډار پیدا کاوو هومره به ئې د خپل مخ او‬
‫سترګې په قهر نیولې او ویرونکي ټوپونه او د سر‬
‫غوڅونې تمثیل به اجرا کیده‪.‬‬
‫دا د شعر ژبه د عربو له زړې ژبې څخه الفاظ او د‬
‫حرفونو ترکیب درلود چه یو خاص تاثیر به ئې پیدا کاوو‪.‬‬
‫خصوصا َ چه شعر به د عربو د میلمه پالنې د میړانې‬
‫اوصاف بیانول چه عربو په پناه آخستونکي باندې خپل‬
‫سرونه هم ورکول‪ .‬او که هغه عرب به ئې دښمن هم وو‬
‫مګر یا به ئې پناه وروړې وه او یا به ئې که په نانواتې‬
‫کیږدۍ ته ورغلی وو نو میلمه به ئې شو او دښمن به ئې‬
‫نور نه وو‪.‬‬
‫محمد د جهاد او تیرور لپاره لدغو عربو څخه د کادر‬
‫جوړولو او بیا پوځ غم ندرلود‪ .‬پوهیده چه دا سخت سري‬
‫عرب او جنګیالي به د ده د اسالم بیرغ په هر هغه ځای‬
‫کې ورپوي چه ئې زړه غواړي‪ .‬ځکه چه دا عرب په جنګ‬
‫کې زیږیدلي او لوی شوي دي او جنګ او جنایت یواځنی‬
‫فخر ګڼي‪ .‬او هم دوی ال د مدنیت او مدني ژوند شرطونو‬
‫نرم کړي ندي‪ .‬مګر محمد د خپلې پیغمبري لپاره دوهم‬
‫‪80 of 1205‬‬

‫مهم شرط درلود چه هغه کتاب وو‪ .‬ځکه چه هم طورات او‬


‫هم انجیل د یهودي پیغمبرانو او د عیسویت کتابونه وو‪.‬‬
‫او بل دا چه د محمد قام او عربو د اسرائیلو په شان کوم‬
‫داستان او افسانه ندرلودل او نه پکې ولیان او پیغمبران‬
‫تیر شوي وو‪ .‬او نه ئې لکه د موسی پیغمبر په څیر "رود‬
‫نیل" د "کوه طور" او د موسی د الس د عصا او لکڼې‬
‫معجزې درلودلې‪ .‬نو محمد لس کاله په همدې موضوع‬
‫مطالعه کړې وه او د قران په نوم ئې کتاب او خپلو‬
‫راتلونکو معجزو ته ئې په داسې مهارت پالنونه سنجولی‬
‫وو چه باید دوه مهم ملړني ګامونه ټینګ پورته کړي‪ ،‬چه یو‬
‫ئې د مکې له کوڅو او کورونو څخه ټول کړي کسانو ته‬
‫تورې ورکړې‪ .‬او بل دا چه خامخا به د یثریب )مدینې(‬
‫خلکو سره به په هره بهانه چه وي ځان نږدې کړي‪ ،‬ځکه‬
‫چه د یثریب خلک بالخاصه په یثریب کې یهودیان ډیر د‬
‫ثروت خاوندان وو‪ ،‬او هم نسبتا َ نرم خویه او متمدن خلک‬
‫وو‪ .‬نو پسله دې چه د مدینې خلکو په مهرباني دی دده‬
‫ډله ومنله‪ ،‬مګر چه کله یې ډله قوي شوله نو یهودي قبیلو‬
‫ته یې د جنګ بهانې جوړې کړې‪ .‬دوه قومونه یې له خپلې‬
‫پالرنی خاورې وشړل او ددوی ټول جایداد یې غصب کړ‪،‬‬
‫‪81 of 1205‬‬

‫او د دریمې او وروستی قبیلې د ټولو نارینه چه تقریبا َ‬


‫اوه سوه پورې وو سرونه یې پرې کړل‪ ،‬مال یې چور او‬
‫ددوی ښځې یې په خپلو منځو کې سره وویشلې‪ .‬او دا‬
‫د دې تبلیغ سبب هم شو چه نور فقر وهلي ځوانان په‬
‫منډه منډه ځانونه د محمد تشکیالتو ته ورسوي چه د تر‬
‫السه شوو مالونو او خصوصا َ پاکو ښځو د جهاد او‬
‫غنیمت آوازې په یو جاهل او وږي محیط کې څو چنده په‬
‫مبالغه تیتې شوې وې‪ .‬دوهم ګام ئې د تبلیغ په منظور د‬
‫یو دروغجن مبلغ کادر روزل وو چه د محمد په معجزو‬
‫شاهدي ووائي او د قران په باره کې کومک وکړي‪ .‬نو‬
‫محمد ته له ‪ ۴۰‬کلني د پیغمبري د اعالن له کال نه تر ‪۶۳‬‬
‫کلني مرګ پورې زیات فرصت پروت وو چه د قران په نوم‬
‫د "خدای کتاب" تبلیغ وکړي‪.‬‬
‫تر څو چه د محمد د پیغمبرې او ژوند له شلو کلو زیاته‬
‫موده کې ډیر ځایونه لوټ شول او لوی پوځ جوړ شو‪.‬‬
‫لوی تشکیل له محمد څخه تاو شول او هر فقر وهلې عرب‬
‫الس ته د جهاد او جنایت له الرې حرام ورغلل‪ .‬نو د قرآن‬
‫دننه ته ئې هم له طورات او انجیل څخه د هغوی روایتونه‬
‫او د یهودو د قام کیسې رانقل کړلې‪ .‬او هم ئې شاعرانو‬
‫‪82 of 1205‬‬

‫ته د عربو له زړې ژبې څخه په استفاده کولو د قران ژبه‬


‫پیدا کړه چه بیا د عثمان نومي خلیفه د خالفت په وخت‬
‫کې رسما َ د قران په نوم د کتاب د تهیه کولو تالش تر‬
‫سره شو‪ .‬او له سینو څخه آیتونه قلم ته وسپارل شول‪.‬‬
‫خو عربو د خپلې ژبې د امال او انشا بنیاد ندرلود او‬
‫قران نومی کتاب بیا د عربو د پیړیو د جنایتونو په زمانې‬
‫کې ال ډیر شو او آیتونه ورته جوړ شول او ځینې آیتونه‬
‫ترې لیرې شول‪ .‬په نتیجه کې د عربو د جرم او جنایت‬
‫ژبه شوله او له تضادونو ډک یو مسخره او بې مفهومه‬
‫کتاب ترې جوړ شو‪ .‬او بله خوا په ثروت په مال او ښځو‬
‫او په قصرونو او په شرابو ماړه شوو عربو خپل رهبر‬
‫محمد له یاده ونه ویست چه ئې خپل قام د فقر له قهر‬
‫وهلې ژوند څخه راوویست‪ .‬نو ئې خپل رهبر ته د معجزو‬
‫افسانې جوړیکړلې‪ .‬مخ ته ئې یو خدائی نور ورکړ‪ ،‬او‬
‫تبلیغ ئې کاوو چه "د مبارک پیغمبر خاکنداز ال د عطرو‬
‫خوشبوئې درلودله“‪ .‬او حدیثونه پسې جوړ شول او محمد‬
‫ته ئې د اخالقې ژبې لوړ مقام او د وجدانې فضیلت او‬
‫عدل او انصاف یو ځالنده پاک معنوې جهان ورکړ‪ .‬او‬
‫عربو چه څومره د منافقت او دروغو ژبه او استعداد درلود‬
‫‪83 of 1205‬‬

‫ټول ئې پکار واچول چه له فریب او ګناه ډک د خرافاتو یو‬


‫تک تور تونل ترې جوړ شو‪ ،‬چه ال تر ننه پورې مسلمانان‬
‫او خصوصا َ افغانان لدغو تیارو الندې د جهالت په کنده‬
‫کې پراته دي او اسالم د خدای دین بولي‪.‬‬
‫او عربو به چه کله یوه سیمه یا هیواد ونیوو نو‬
‫مسلمان شوو او اسالم منونکو ته به اسالم د فوالدو په‬
‫شان زغره شوله چه هر خیانت به ئې کاوو بل چا پوښتنه‬
‫ترې کوالی نشوای‪ .‬هر رنګه اقتصادي او تجاري او‬
‫سیاسي امتیازات به ورکړل شول چه نور اسالم نه‬
‫منونکي یا له همدې الرې ترغیب او تشویق کړي‪ .‬او یا‬
‫خو به ئې ټول ګڼ شمیر د خلکو تر مخ ووژل چه نور له‬
‫قهر سره په ډار مخامخ کړي‪ .‬او یا خو به ئې د یو فامیل‬
‫ټول غړي واړه او زاړه په لوږې محکوم کړل چه په‬
‫تدریجي توګه به یا له منځه تلل او یا خو به ئې منل چه‬
‫اسالم د خدای دین دی او محمد د خدای رسول او‬
‫پیغمبر دی‪ .‬او په ډیرو به ئې " ُعشر او جزیه" کیښودله‪.‬‬
‫خصوصا َ په نیول شوو سیمو کې به ئې له هر څه مخکې‬
‫جماتونه جوړ کړل‪ .‬دا جماتونه به د جاسوسي ځالې وې‬
‫چه هر جاسوس به د خپل کلي او کور خبرې د جمات‬
‫‪84 of 1205‬‬

‫مال ته راوړلې او د ملي قیام ګرانو ځایونه او پالنونو پتې‬


‫به د عربو لښکرو ته لګیدلې‪ .‬او بیا به ئې په جماتونو کې‬
‫حاضري آخستله چه د هغې کوڅې له کورونو آیا څوک‬
‫ملانځه ته نه وو ورغلي‪.‬‬
‫او د عبرت خبره خو داده چه د طالبانو د حکومت په دوره‬
‫کې هم همدا کار طالبانو هم له خپل اقتدار څخه ‪۱۹۹۶‬م‬
‫یو کال وروسته په کابل کې هم شروع کړ او په خلکو ېې‬
‫په زوره ګیرې پریښودلې پدې اسالمي او شرعي فتوا چه‬
‫"د اسالم مبارک پیغمبر ګیره درلودله‪ .‬د هغه مبارک د‬
‫حرکاتو او خبرو پیروی په هر مسلمان الزم یو سنت دی‬
‫او د خدای اوامر په ځای کول فرض دی …"‪ .‬او مالیانو‬
‫په جماتونو کې حاضري آخستله‪.‬‬
‫د عرب د اسالم د جنایت بوټي د بیګناه انسانانو په‬
‫وینو اوبه شول او بیا ئې ریښې وځغلیدلې‪ .‬او ددې‬
‫ناولي بوټي یواځنی ګل جنت وو چه شنې باغچې او د‬
‫ونو الندې د رڼو اوبو ویالې بهیدلې‪ .‬او هغوی چه د‬
‫خدای د دین په الره کې جهاد کاوو او د اسالم پیروان‬
‫وو او د اسالم د سالمت او پراختیا په الره کې شهادت‬
‫ته رسیدل‪ ،‬نو په جنت کې ‪ ۱۴‬کلنو پیغلو ئې د راتلو‬
‫‪85 of 1205‬‬

‫انتظار ویست‪ .‬او اسالم د تنکیو ځوانانو او لواط پکر هم‬


‫"حورو" تر څنګ‬‫کړی وو چه د څوارلس کلنو جنتي پیغلو ُ‬
‫یې"غلمان" نومي تنکي هلکان هم په جنت کې د اسالم د‬
‫پیروانو په خذمت کې وو‪.‬‬
‫له یوې خوا چه جهاد او جنت د محمد نومي عرب د‬
‫وحشت او شهوت ناروغ ذهن په ډیره کرکه میدان ته‬
‫باسي چه د اسالم آخرین آرمان بالخره یوه فاحشه خانه‬
‫ده‪ ،‬له بلې خوا د دې ګنده او غیر اخالقي آرمان ته د‬
‫رسیدلو یواځنی بل شرط دادي چه د اسالم منل له محمد‬
‫سره تړل شوی دی‪ ،‬چه باید په پیغمبري ئې هر مسلمان‬
‫ایمان راوړي‪ .‬که نه خو که هغه چا خدای منلی هم وي‬
‫مګر که محمد ئې په پیغمبري منلی نه وي هغوی ټول‬
‫کافران دي باید ووژل شي‪ .‬لکه څرنګه چه که عیسویان‬
‫دي او که یهودیان دي چه د "واحد خدای" پیروان دي‪،‬‬
‫مګر لدې چه محمد ئې په پیغمبري ندی منلی نو دغه‬
‫ناروغ عرب د هغوی د وژلو امر د خدای په کتاب تړلی‬
‫دی‪ .‬واقعا َ د داسې عبرت ناکه مسخره توب په وړاندې‬
‫انسان په تعجب کې پاته کیږي‪ .‬خصوصا َ چه په‬
‫افغانستان کې اوسیدونکي مسلمانانو څخه د همدغه‬
‫‪86 of 1205‬‬

‫اسالم خرافاتو د "محمد غالمان" جوړ کړي دي‪ .‬او‬


‫اسالم په افغانستان کې پدې موفق شوی چه د خدای‬
‫پرستي په ځای په افغانانو کې هم محمد پرستي او هم‬
‫عرب پرستي ځای ونیسي‪.‬‬
‫او دا همدا مسلمان افغانان وو چه عرب ”اُسامه بن‬
‫الدن" ته ئې د خپل هیواد د کاڼو بوټو واک وسپاره او‬
‫ډیرو افعانانو خو ال خپلې لورانې هم دغو تیروریستو‬
‫عربو ته په ډیر فخر هدیه کړلې‪ ،‬چه لوی شرم وو‪ .‬مګر‬
‫افغان مسلمان ته شرم نه وو‪ ،‬بلکه فخر وو‪ .‬دا یوه داسې‬
‫دردناکه غالمي ده چه مسلمان افغان ته له خپل ناموس‬
‫او له خپل وجدان او له خپل هیواد څخه ال هم اسالم مهم‬
‫او مقدس وو!ا‬
‫او لکه څرنګه چه د شوروي متجاوز پوځ په وړاندې‬
‫د همدې هیواد مسلمانانو د جهاد په نوم په ټولو کلونو‬
‫کې تش یو ځل او تش یوه ورځ ال هم د خپل وطن نوم‬
‫وانخست‪ ،‬بلکه په ټولو جهادي کلونو کې ئې یواځې دا یو‬
‫شعار له خولو څخه ویست چه‪" :‬موږ د اسالم په الره کې‬
‫جهاد کوو! موږ د اسالم سالمت لپاره وینې تویه وو!“‪ .‬او‬
‫پدې هیواد کې تش د یو میړني هغه افغان په وینه دا‬
‫‪87 of 1205‬‬

‫سرتور او دا بې څښتنه هیواد شاهد نشو چه ووائي‪:‬‬


‫”ماته د خپل هیواد د لویشت لویشت کاڼو بوټو عزت‬
‫مقدس دین او ایمان دی چه هم ئې د اسالم او هم ئې د‬
‫کمونیزم له غالمي څخه په خپلو وینو ساتم!“‪ .‬مګر دا‬
‫انساني او هم ملي آرمان ولې پدې هیواد کې پوره نشو؟‬
‫او ولې داسې آزادګان پکې پیدا نشول؟ دا هغه پوښتنه‬
‫ده چه له موږ نه ئې بیرته زموږ خپل هیواد کوي‪ .‬پدې‬
‫پاک مطلب چه دا رنګه غالمي خو پدې هیواد کې له‬
‫اسالم څخه مخکې نه وه‪.‬‬
‫او پدې پوه شو چه دا یو تاریخي حقیقت دی چه د‬
‫اسالم له منلو راهیسې تر دا ننه ‪۲۰۰۰‬م کال پورې‬
‫افغانان په پیړیو د اسالم غالمان پاته شوي دي‪ .‬چه نه د‬
‫خپل وجود او ژوند او نه د خپل د ننه انساني جهان‬
‫آزادي او واک لری‪ .‬او نه هم د خپل اخالقي استقالل‬
‫ثبوت او تاریخ لري‪ .‬داسې یو ثبوت چه خپل وجدان او‬
‫خپل وطن ئې د پردي اسالم له بندګي او غالمي څخه‬
‫ژغورلی وي‪ .‬داسې یو تاریخي سند چه افغانانو د‬
‫اسالم د خرافاتو له جهالت او جرمونو څخه تاریخ لیکلی‬
‫وي او دا تاریخ ئې د ټول هیواد په مکتبونو کې د تاریخ‬
‫‪88 of 1205‬‬

‫د مهم مضمون په توګه اعالن کړی وي‪ .‬چه بیا د داسې‬


‫حقیقت په لوستلو او په پوهیدلو ده چه افغانان به هم د‬
‫خدای پرستي د عبادت پاک مطلب او هم د وطندوستي‬
‫او د انسان اندیشي د سپیڅیلی مفهوم د پیژندلو په‬
‫منظور لوړ اخالقي احساس ته رسوي‪.‬‬
‫بیا به وروسته له هغه وي چه افغانان به نه ژوند ته‬
‫د آزار سبب ګرزي او نه به په خپل هیواد د پردي اسالم‬
‫د جنت په خاطر خولې لګوي‪ .‬واقعا َ وروسته لداسې پاک‬
‫احساس لرلو څخه ده چه افغانان به د خپلې غالمي په‬
‫شرم پوه شي‪ ،‬پدې شرط چه ملړی د اسالم په کړو‬
‫جرمونو او تاریخ پوه شي! خصوصا َ چه د خدای پرستي‬
‫د پاک عبادت مطلب په منځ کې وي پدې حقیقت چه‬
‫افغانانو له ‪ ۱۴۰۰‬کلونو راپدې خوا د اسالم په منلو بیا تر‬
‫دا ننه الهی عبادت سرته ندی رسولی او ژوند ئې بې له‬
‫الهی عقیدې څخه تیر شوی دی‪ .‬او دا ‪ ۱۴۰۰‬کاله کیږي‬
‫چه افغانان د معنوي خالیګاه دردونه تیروي! او د اسالم‬
‫جنایتونه او جنایت کاران ملانځي او خپل سرونه په سجده‬
‫د اسالم د جرمونو بنیاد ته ټیټوي‪ .‬او پدې کږې او د ګناه‬
‫په الرکې له خپل وطن او له خپل اخالقي وجدان او‬
‫‪89 of 1205‬‬

‫ناموس څخه هم تیر شوي دي‪ .‬چه همدغو مسلمانو‬


‫افغانانو د جهاد په کلونو کې خپلې خویندې یا په عربو‬
‫خرڅې کړلې او یا ئې هغوی ته د جهاد د غنیمت په‬
‫عنوان هدیه کړلې چه همدا ناموس فروشي جرم او شرم‬
‫د طالبانو او مالیانو د اقتدار په موده کې هم تر سره‬
‫شو‪.‬‬
‫دا د عرب پرستي تور ټاپی په مسلمان افغانانو کې‬
‫له ډیرو پخواوو څخه پاته دی‪ .‬لکه "موی مبارک" لکه "د‬
‫بي بي ګانو پڼې" لکه "خرقه مبارک" لکه "حضرت‬
‫صاحب‪ ،‬پیر صاحب‪ ،‬سادات‪ ،‬او صاحب زادګان" او بیا‬
‫"اسامه بن الدن" هم ورسره یو ځای شو‪ .‬او د هر عرب‬
‫زیارت ته "مبارک" ویلی شوي دي‪ ،‬چه نن په افغانستان‬
‫کې د هغو قاتلو عربانو مړي پراته دي چه له لیرې‬
‫عربستان څخه دوی له لښکرو او تورو سره زموږ خاورې‬
‫ته راغلي او د دین او د خدای په نوم ئې زیات جنایتونه‬
‫تر سره کړي دي‪ .‬چه همدا قبرونه ئې د کړو جرمونو او‬
‫غال او چور تاریخي سندونه دي‪ .‬حتیٰ ډیرو پلرونو او‬
‫میندو په ډیر ویاړ او د ثواب په خاطر په خپلو بچیانو د‬
‫اُسامه نوم کیښود‪.‬‬
‫‪90 of 1205‬‬

‫مګر هغه لوبې چه د افغانانو له انساني او اخالقي‬


‫روح سره وشولې او د افغانانو معصوم او ناخبره افکار‬
‫ئې د خرافاتو په تیارو د دین په نوم وتړل دا کسان هغه‬
‫نه پیژندل شوي عرب وو چه په افغانستان کې هغوی خپل‬
‫ځانونه د اسالم د پیغمبر اوالده معرفي کړل‪ .‬هغه جنایت‬
‫چه دوی د افغان له خاورې او خلکو سره د ژبې او فریب‬
‫له الرې وکړ‪ ،‬حتی هغو عربو هم ندی کړي چه له لښکرو‬
‫او تورو سره راغلل او د خلکو له وینو سره ئې لوبې‬
‫وکړې‪ .‬مګر دغو عرب مبلغینو د افغانانو له پاک روح سره‬
‫لوبې وکړې! دوی ته بهترینې ځمکې ورکړل شولې‪ ،‬دوی‬
‫ته ”مبارک" وویل شول او دوی افغانان ځانو ته مریدان‬
‫کړل‪ .‬چه په بله ژبه "بندګان او بردګان" هم مانا کیږي‪.‬‬
‫د دوی د پیړیو تبلیغ په دوو مهمو اصولو دریږي‪:‬‬
‫‪ .۱‬کله چه د خدای نوم آخستل کیږي بې له اندک ترین‬
‫شک څخه به د خدای له پاک نوم سره به د محمد نومي‬
‫عرب نوم هم په پیغمبري تړل کیږي‪ ،‬او حتما َ به ئې نوم‬
‫ذکر کیږي‪ .‬ځکه چه بې د محمد په نوم له شهادت ویلو‬
‫څخه خدای هغه څوک په مسلمان کې نه شمیري‪ .‬او په‬
‫آخرت کې بې د محمد له شفاعت څخه هغه مسلمان ته‬
‫‪91 of 1205‬‬

‫خدای جنت ته د تلو اجازه نه ورکوي‪ .‬نو باید یو مسلمان‬


‫له هر څه مخکې د محمد رضایت حاصل کړی وي‪ .‬نو په‬
‫ملانځه او آذان کې ئې باید یاد کړی وي‪ .‬ځکه نو محمد‬
‫مقدم دی‪ ،‬بې محمده خدای هیڅ دی‪.‬‬
‫‪ .۲‬هر څوک چه له عربستان څخه وي او خصوصا َ د‬
‫مبارک پیغمبر اوالده وي‪ ،‬نو کله چه د دوی خذمت کیږي‬
‫او د خذمت کولو له الرې ئې رضایت حاصل شي بیا د‬
‫دوی په مبارک توجه او په مبارکو دعاوو د مبارک پیغمبر‬
‫رضایت هم تر السه کیږي‪ .‬او د پیغمبر د رضایت‬
‫حاصلولو بله الره داده چه په افغانستان کې د مبارکو‬
‫عربو د قبرونو زیارت کول او هغوی ته دعا کول دي‪.‬‬
‫پدې توګه مسلمان افغانانو څخه د بنده بندګان او‬
‫د عربو بردګان او د محمد او اسالم غالمان جوړ شول‪.‬‬
‫چه ال تر ننه یو غالم اُمت دی او یو افغان او ملي واحد د‬
‫ملت تاریخي مرحلې ته ونه رسیدل‪.‬‬
‫ال نن هم چه په یوویشتمه پیړۍ کې یو‪ ،‬هغوی چه د‬
‫اسالم د خرافاتو په تیارو تړل شوي دي‪ ،‬په نتیجه کې‬
‫هومره اخالقا َ کمزوري روزل شوي دي چه په ځانو بمونه‬
‫تړي او د ترور وحشت ناکه غیر اخالقي جنایتونه تر سره‬
‫‪92 of 1205‬‬

‫کوي‪ .‬دا د دوی فلج شوی انساني وجدان دی‪ ،‬مني چه‬
‫”زه جهاد کووم" او هر مجاهد او یا پدې الره کې شهید‬
‫بې لدې چه د محشر په ورځې د کړو نورو زیاتو ګناوو‬
‫او جرمونو پوښتنه ترې وشي راسا َ د خدای په امر جنت‬
‫ته د تلو اجازه لري‪.‬‬
‫یو مسلمان چه کله خدای مني‪ ،‬بیا نو نشي کوالی‬
‫چه د اسالم پیغمبر او د اسالم په الر کې جهاد ونه‬
‫مني! او دا تبلیغ په پیړیو په افغانستان کې جاري‬
‫وساتل شو چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬د هر مسلمان له خوا شوې ګناه د هغې ورځې د‬
‫اوداسه په اوبو مینځل کیږي‪.‬‬
‫‪ .۲‬او که په ټول ژوند کې تش یو ځل د خدای د مبارک‬
‫کور " کعبې" ته د حج کولو او لیدلو په منظور یو‬
‫مسلمان د دین فرض تر سره کړي نو ټولې ګناوې او‬
‫جرمونه او خیانتونه ئې پاک کیږي‪ ،‬داسې چه له موره‬
‫نوی زیږدیلی وي‪ .‬بس مهمه نده چه څومره او څرنګه ګناه‬
‫یې کړی وي‪ ،‬حج ته په تلو هر څه پاکیږي او بښل کیږي‪.‬‬
‫د بې مسئولیی او بد اخالقي انتها !‬
‫‪93 of 1205‬‬

‫چه پدې توګه د اسالم پیروان وجدانا َ څومره کمزوري‬


‫روزل کیږي او اسالم ئې څومره له اخالقي سقوط سره‬
‫مخامخ کوي! او بیا دا حقیقت څرګندیږي چه‪ :‬تر هغو‬
‫چه افغانان له هر څه مخکې د اسالم بنیاد د محمد له‬
‫شخصي ژوند او د هغه وخت د عربو د ژوند د سختو‬
‫شرطونو له پیژندلو څخه مطالعه نکړي‪ ،‬نشي کوالی چه د‬
‫خپل نني روحی نابودي مخه ونیسي‪.‬‬
‫او بشریت هم پدې تالش اخالقا َ موظف دی چه د‬
‫اسالم له پیژندلو څخه وروسته به پدې واقعیت پوه شي‬
‫چه اسالم له خپلو هغو پیروانو څخه څومره یو تنګ نظره‬
‫او یو وحشي‪ ،‬مګر څومره ناخبره او عاجز غالم جوړ‬
‫کړی دی‪ .‬چه په تیرور او جنایتونو ئې د جنت له مکافاتو‬
‫سره تړلی دی‪ .‬چه واقعا َ دوی نجات موندلو ته سخت‬
‫محتاج دي چه باید نجات ورکړل شي او پوه شي چه‬
‫اسالم دین ندی‪.‬‬
‫نه چه یواځې د پوځ او وسلو په وسایلو او له همدې‬
‫الرې موږ اسالمي تیرورستان ورک او له منځه ویسو‪ ،‬نه‬
‫هیڅکله نه! دا ځکه چه هر مسلمان خدای مني او د‬
‫خدای په منلو د خدای د کتاب په قران کې د خدای د‬
‫‪94 of 1205‬‬

‫جهاد امر او فرمان او فرض مني‪ .‬چه په قران نومي‬


‫کتاب کې د اسالم له نورو فرائیضو په څنګ کې دا جهاد‬
‫دی چه ډیر ذکر شوی دی‪.‬‬
‫او هغه مسلمان چه دا اوس آرام ښکاري دا ددې‬
‫مانا نده چه دوی جهاد رد کړی دی‪ .‬نه داسې نده‪ ،‬د‬
‫جهاد ردول پخپله لوی کفر دی چه مسلمانانو په همدې‬
‫خبرې ایمان راوړی دی‪ .‬خبره د مناسب فرصت ده چه د‬
‫مسلمانانو الس ته ورشي‪ .‬جهاد د جنت په خاطر په ځان‬
‫فرض ګڼي او او مني چه دوی د جهاد له الرې‬
‫د خدای رضایت تر السه کوي‪ .‬ځکه دی چه نن دنیا‬
‫دا عمل ته تیروریزم او دوی ته تیروریستان وائی‪ ،‬مګر‬
‫مسلمانان د هغوی جنایتونو ته مقدس جهاد او‬
‫تیروریستانو ته په خدای منلي مجاهدین وائي‪.‬‬
‫د اسالم خطر یواځې د اسالم د تیرور او قتل خطر‬
‫ندی‪ ،‬بلکه د اسالم لوی ترین خطر دادی چه اسالم په‬
‫انساني شرف او اخالقي شرم پابند ندی‪ .‬سل د منافقت‬
‫ژبې لري‪ .‬نوي حدیثونه جوړوي او هر آیت ته نوي نوي‬
‫تفسیرونه او نوي نوي رنګونه ورکوي‪ .‬کله چه له عدالت نه‬
‫خبرې کوي اصلی مطلب د اسالم له الرې د مسلمانانو‬
‫‪95 of 1205‬‬

‫تر منځ د اسالم د ژبې عدالت دی‪ .‬او که د دیموکراسي‬


‫موضوع مطرح وی او د حقوق بشر مطالب په نظر کې‬
‫وي پدې شرط چه د اسالم د شریعت له رهنمائي الندې د‬
‫اسالم تابع وي‪.‬‬
‫مګر کله چه خبره له کافرانو څخه یا له جهاد څخه‬
‫وي د اسالم ژبه داده چه‪ :‬کافرانو ته هم مرګ او هم‬
‫ضرر آړول دواړه په مبارک جهاد کې راځي‪.‬‬
‫دروغ په اسالم کې د مسلمانانو تر منځه منع دی‪،‬‬
‫مګر د اسالم د کامیابي او کفارو ته د ضرر په خاطر‬
‫دروغ لکه د جهاد توره د جهاد خدای ته منل شوې وسله‬
‫ده‪ .‬حتی مسلمان کولی شي چه ځان ته کافر ووائي ګناه‬
‫نده‪ ،‬که کفارو ته په مخدره موادو مرګ او ضرر رسیږي‬
‫مخدره مواد د جهاد وسله ده ‪.‬‬
‫دا مثالونه زښته زیات دي چه د اسالم د پیژندلو په‬
‫مقصد باید مطالعه شي چه واقعا َ په جهاد او جنایت والړ‬
‫اسالم‪ ،‬مګر وجدان نلري‪ .‬دا هغه څو مثالونه وو چه په‬
‫افغانستان کې له شوروي پوځ سره د جهاد په اوږدو‬
‫کلونو کې موږ د اسالم د مالیانو او د مبلغینو او د‬
‫اسالمي احزابو له رهبرانو څخه آوریدلې‪ .‬او دا هغه‬
‫‪96 of 1205‬‬

‫خبرې دي چه د محمد نومي عرب له خولې څخه وتلې او‬


‫پدې هکله ‪ ۱۴۰۰‬کاله پخواني ماخذونه دي چه مطالعه‬
‫غواړي‪.‬‬
‫او نن دا هماغه د جنایت آرمانونه دي چه دا اوس په‬
‫‪۲۰۰۰‬م کال کې د اسالمي تیروریستانو له خوا له‬
‫هسپانیا نه نیولې تر اروپا او آسیا او اندونیزیا پورې تر‬
‫سره کیږي‪.‬‬
‫مګر بیا هم د پام او پند وړ خبره داده چه د اسالم‬
‫ژبه بیا هم وجداني شرم نلري‪ .‬خپل تیرور او جرمونو ته‬
‫د عاجزي څهره ورکوي او اسالم بیا هم د منافقت له‬
‫سلو ژبو عادل او د خدای دین معرفي کوي‪ .‬او د‬
‫جهانیانو د اسالم په باره کې له ناخبري څخه په خپله‬
‫ګټه اسالم ال نن هم پداسې حالت کې چه دنیا ته په‬
‫وحشت آووښتی دی اسالم مظلوم معرفي کوي‪.‬‬
‫دا نن په افغانستان کې چه د امنیت او سولې او د‬
‫اقتصادي کومکونو په خاطر د امریکا په مشرۍ جهاني‬
‫قوتونه راغلي دي‪ ،‬د همدې اسالم د شوروي د جهاد‬
‫وخت د اسالمي احزابو د رهبرانو او مجاهیدینو له خوا د‬
‫اسالم د جهاد د وسایلو هماغه تبلیغونه د امریکا په ضد‬
‫‪97 of 1205‬‬

‫هم پټه په پټه‪ ،‬مګر په ډیر شیطاني استعداد او مهارت‬


‫دوام لري‪ .‬دا ځکه چه د دوی د اسالم په زغره کې د هر‬
‫رنګه جنایت او خیانت پوښتنه څوک نشي کولی او په‬
‫ډاډه زړه امنیت لري‪ .‬او که څوک ئې جرم ته اشاره‬
‫وکړي نو بیا له جماتونو چیغې وهي چه "په اسالم تجاوز‬
‫کیږي او اسالم په خطر کې دی …!"‪.‬‬
‫او پدې توګه بې له کوم مسلک او علمي خدمت څخه‬
‫شهرت‪ ،‬امنیت او ثروت ته رسیږي‪ .‬نغواړي چه دا دنیا ئې‬
‫څوک ړنګه کړي‪.‬‬
‫کله چه خبره نن د جهان او د جهانیانو ده کوم چه د‬
‫اسالم له جهاد او تیرور څخه لوی خطر پیدا شوی دی‪،‬‬
‫نو د دې خطرونو تر څنګ هغه خطر کم ندی چه جهانیانو‬
‫د اسالم مطالعې ته پام او پکر نه وو کړی او سخت‬
‫ناخبره پاته دي‪ ،‬چه د اسالم د تبلیغ په وړاندې خاموشه‬
‫او عاجز پاته کیږي‪ .‬او دا هم مني چه "د تیرور کارونه په‬
‫اسالم کې نشته‪ .‬واقعي اسالم تیرور ردوي‪ .‬مګر دا د‬
‫غرب د بې پروائي علت دی چه فقر ډیر شوی او سیاسي‬
‫عدالت کمزوری شوی دی‪ ،‬نو ځینې مسلمانان مجبورا َ په‬
‫تیرور الس پورې کوي…“‪.‬‬
‫‪98 of 1205‬‬

‫واقعا َ چه اسالم د منافقت د تبلیغ سل شیطاني‬


‫ژبې لري‪ .‬ادعا کوي چه د تیرور عامل بیا هم غرب دی او‬
‫داسې تبلیغ کوي چه تیرور وروسته د ‪۲۰۰۱‬م کال له‬
‫سپتامبر له یولسمې څخه شدت وموند‪ .‬مګر اسالم له‬
‫خپلو هغو جنایتونو سترګې پټوي چه تیرور د اسالم بنیاد‬
‫دی او دا محمد نومی عرب وو چه ملړنی تیرور همدې‬
‫عرب له خپلې ډلې سره په مدینه کې تر سره کړ او د‬
‫بیګناه انسانانو وینې ئې توئې کړلې او د نورو ناموس ته‬
‫ئې په سپکه وکتل او مالونه ئې غال او چور کړل‪ .‬اسالم‬
‫د همدې تیرور په ملړني بنیاد کې چه کیښودل شو نه‬
‫امریکا چا پیژندله او نه هم د غرب کوم نوم وو او نه‬
‫امریکا او نه هم غرب ئې علت وو‪ .‬که همدا جهاد‪ ،‬تیرور‬
‫او جنایتونه په اسالم کې نه وای نو اسالم حتی یو ګام‬
‫هم آخستلی نشوالی‪ .‬چه بیا تر شرق او غرب پورې ئې‬
‫عام قتلونه او تجاوزونه تر سره کړل‪ .‬واقعي اسالم په‬
‫واقعیت کې د جنایتونو واقعي همدا وحشت دی چه‬
‫اسالم تر سره کړی دی‪.‬‬
‫او هغه ناروغي چه په افغانستان کې د دې هیواد‬
‫مسلمانو اوسیدونکو ته له اسالم څخه پیدا شوې ده‬
‫‪99 of 1205‬‬

‫هیڅکله به په مسلمان افغانانو کې د ژوند او وطن په‬


‫وړاندې اخالقي صداقت‪ ،‬فضیلت او معنویت پیدا نشي‪.‬‬
‫دوی به تر هغه وخته د تیروریست او قاتل محمد شفاعت‬
‫په خپل وجداني قضاوت لوړ دین ګڼي چه تر هغو پدې‬
‫پوه نشي چه پدې لوی بشریت کې بل هیڅ دین او مذهب‬
‫او عقیدې له اسالم نه پرته خدای ته حقارت او توهین‬
‫ندی کړی‪ .‬بلکه یواځې اسالم وو چه د انسان شرف او‬
‫کرامت او ناموس ته ئې په سپکه سترګه وکتل‪.‬‬
‫او تر هغه وخته به د مسلمانو افغانانو کې روحي‬
‫زوال دوام لري چه تر هغو د اسالم ذلت په ځان په دین‬
‫ومني چه هغه جهاد او جنت دی‪ .‬که د جنت خیالي‬
‫فاحشه خانه نه وای او یا د جهاد له الرې د چور‪ ،‬غال او‬
‫د غنیمت حرام نه وای‪ ،‬یو افغان به اسالم منلی نه وو!‬
‫هیڅ مسلمان به تر هغه وخته د الهي عبادت په سپیڅلی‬
‫مطلب پوه نشي چه ونه څیړي چه په اسالم کې دا تیرور‬
‫او جنایتونه د جنت په مکافات ولې تشویق شوي دي؟‬
‫نن د عربو د هغو زمانو د ګناه زاړه افکار او جاهل‬
‫متجاوز ذهنیت او د خپلو کړوجرمونو بې حسابه سندونه‬
‫او ماخذونه نور عربستان پټ نشي ساتلی‪ .‬باید پاک‬
‫‪100 of 1205‬‬

‫ژوند ته ګام واخلي او خپل تیر تاریخ په خپله په عربستان‬


‫کې محکوم کړي! بښنه وغواړي او الهی عبادت ته مخه‬
‫کړي! او بیا ټول هغوی چه د اسالم په ګمراه الره رهي‬
‫دي سر له نوي یو نوی ایمان پیدا کړي او د خپل روح د‬
‫اخالقي داسې عظمت سپیڅلي الهام او باور ته ورسیږي‬
‫چه ومني چه‪ :‬تر هغه وخته چه موږ پخپله د خپل پاک‬
‫روح خالق نشو‪ ،‬تر هغه وخته به موږ خالق بهر په آسمانو‬
‫کې لټوو!‬
‫دا پخپله پاک ژوند دی چه موږ پاک پکر کولو ته‬
‫غواړي او موږ دغه حقیقت ته متوجه کوي چه د کائیناتو‬
‫په المحدوده ملنه کې د یو ابدي آهنګ او نظم په لیدلو پوه‬
‫شو او دا درک کړو چه زموږ په خپله سینه کې د وړې‬
‫ساه دا اوړ فرصت له بدو لرې وساتو‪ .‬ددې واقعیت په‬
‫منلو چه زموږ د محدوده ژوند ساه د هماغه المحدوده‬
‫کائیناتو په نظم او آهنګ تړل شوې ده‪.‬‬
‫‪101 of 1205‬‬

‫دوهمه برخه‬
‫‪102 of 1205‬‬

‫کابل له اسالم څخه مخکې‬


‫ـبـ‬

‫‪ ۵۰۰‬کاله مخکې له میالده د نني افغانستان د خاورې‬


‫لویه برخه د کابل او کاپیسا په شمول د هغه وخت د ایران‬
‫د "فارس" د هخامنشي خاندان د نوي جوړ شوي‬
‫امپراطوري د رهبر د "ستر کوروش" له لوئې امپراطوري‬
‫الندې راغلې وه‪ ،‬چه ملنه ئې په شرق کې تر آباسینه او په‬
‫غرب کې تر یونان او شمالي افریقا پورې غځیدله‪.‬‬
‫د ایران د فارس خلیج نژدې سیمو کې د هخامنشیانو‬
‫د قبیلې یوه بله برخه چه "ماد" نومیدله د ایران د کسپین د‬
‫بحیرې جنوب سیمو کې میشته وه‪ ،‬چه بیا یې د ستر‬
‫کوروش دولتي مشرتابه ته غاړه کیښودله‪ .‬او ددې مشرتابه‬
‫راتلونکو وارثانو هم د هخامنشي امپراطوري ته د "یونان"‬
‫تر خاورې وسعت ورکړ‪ .‬او له خپل پایتخت ”شوش" څخه‬
‫بیا د دوی له کنترول الندې مصر هم راغی‪ .‬د مهم‬
‫امپراطورانو نومونه ئې دادي‪ :‬داریوش‪ ،‬خشایارشا‪،‬‬
‫‪103 of 1205‬‬

‫کمبوچه "کیکاوس" او تر ټولو مهم او مقتدر ”کوروش“ وو‬


‫چه په تاریخ کې په ”ستر کوروش“ یاد شوی‪.‬‬
‫ننی آذربایجان‪ ،‬د ننۍ ترکئې ټوله خاوره‪ ،‬ارمنستان‪ ،‬او‬
‫ګرجستان )جورجیا( هم پدې لوئې امپراطوري پورې تړل‬
‫شوي وو‪.‬‬
‫مګر د فارس د امپراطورانو له یونان سره د جنګ کیسې‬
‫افسانو ته ورته دي او د تاریخ په سینه کې یو خاص ځای‬
‫لري‪ .‬چه په یو ځل چه کله "خشایارشا" په یونان له ځمکې‬
‫او بحر څخه لښکرې وویستلې چه د آتن لوی معبد‬
‫”اکروپولیس" ته اور واچوي‪ ،‬نو خشایارشا چه کله د‬
‫"داردانیل" د آبنا څنډې ته ورسید‪ ،‬د فارس د لښکرو په‬
‫مخکې رهي امپراطور له زغرو او تورې سره‪ ،‬مګر له خپل‬
‫پوځ څخه جال شو‪ .‬او بیا د "ترووا )تروی(” د افسانوي‬
‫ښار ړنګ حصآر ته ورغی او د "آفرودیت" د الهې د پاته‬
‫مجسمې مخې ته ئې احترام ښکاره کړ‪ .‬او امر ئې وکړ‬
‫چه ‪ ۱۲۰۰‬غوائي باید د نوموړې الهې مخې ته قرباني‬
‫شي‪ .‬او خشایارشا د "تروی" په جنګونو کې د یوناني‬
‫قهرمان ”آشیل )اکیلوس(" او د تروی قهرمان "هکتور" او‬
‫‪104 of 1205‬‬

‫نورو افسانوي قهرمانانو په یاد د "مندرس" د سین په‬


‫غاړه په هغې لوئې دښتې کې درۍ ورځې د احترام لپاره‬
‫خیمې ووهلې‪.‬‬
‫نوټ ‪" :‬ما چه کله په کال ‪۱۹۶۰‬م کې په تروی کې دغه‬
‫سین ولید‪ ،‬له نورو هماغو تاریخی زمانو په سینه کې د یاد‬
‫شوو ټول سیندونو په شان له اوبو خالي او وچ وو“‪.‬‬

‫نو یوه ورځ چه خشایارشا د فارس امپراطور د یوې‬


‫غونډۍ له سره د تروی افسانوي وران حصار ته کتل او په‬
‫یو خاص روحي حالت یې په تاثر دا خبره وکړه‪ ” :‬آه ته‬
‫ژونده! او اې تاسو د ژوند له راتلونکي سبا څخه ناخبره‬
‫قهرمانانو! آیا که تاسې پوهیدلي وای چه یوه ورځ به له‬
‫تاسې څخه پدې خاموشه لویه دښته کې له خاورو شوو او‬
‫ورکو هډوکو او له نړیدلي حصار څخه بل څه نه پاته‬
‫کیږي‪ ،‬نو آیا تاسو به د یو او بل وینې بیا هم تویولې؟ ‪...‬‬
‫کاشکې چه تاسې پوه شوي وای چه ژوند نه پاته کیږي‪،‬‬
‫تیریږي ‪ ...‬زه پدې خاموشه دښته کې د یو ژوند‬
‫سرګذشت وینم او بل هیڅ…“‪.‬‬
‫‪105 of 1205‬‬

‫او خشایار شا مخکې لدې چه د یونان په لور د حملې‬


‫او حرکت امر خپلو لښکرو ته صادر کړي‪ ،‬نو د خپلې‬
‫کامیابي په منظور ئې د "زردشت" د مذهبي آئین په‬
‫پیروي د یوې آتشکدې د اور په وړاندې خپل عبادت تر‬
‫سره کړ‪.‬‬

‫”زر ُدشت“ په آذربایجان کې پیدا شوی او د هغه ځای د *‬


‫”ساالبان" په غره کې د څلورو کلو په مودې د انزوا او له‬
‫تفکر څخه ورورسته ئې خپل آئین اعالن کړ‪ .‬او ځان ئې‬
‫بیا د بلخ ښار ته راورساوو چه د بلخ واکمن ئې‬
‫ارشادات ومنل‪ .‬او بیا راتلونکو واکمنانو د زر ُدشت د‬
‫"آویستا" کتاب د ‪ ۱۲۰۰۰‬سخوندرو په آش کړو پوستکو‬
‫ولیکل‪ .‬او دا هر پوست د آویستا د کتاب یوه پاڼه شوله‬
‫چه دا پاڼې له یو او بل سره د طال په کړیو ونښلول‬
‫شولې‪.‬‬
‫*‬
‫زردشت له ستر کوروش څخه ‪ ۱۵۰‬کاله مشر وو چه‬
‫کوروش په ‪ ۵۵۰‬کاله مخکې له میالده زیږیدلی وو او بیا د‬
‫زردشت د آئین پیرو شو چه هم د هخامنشیانو په‬
‫‪106 of 1205‬‬

‫امپراطورۍ او هم ورپسې د "ساسانیانو" په واکمني کې‬


‫د ایران په خاوره کې زیاتې آتشکدې جوړیشولې‪ .‬او‬
‫دلچسپه خو داده چه په هند کې "بودا" او په فارس کې‬
‫ستر کوروش همځولي وو‪ ،‬مګر له یو او بل څخه لیرې او‬
‫ناخبره وو‪.‬‬
‫هخامنشي امپراطورۍ له سند څخه پورې غاړې هند‬
‫ته وانوښت‪ ،‬بلکه ملنه ئې د غرب په لور خپره کړه‪ .‬مګر بیا‬
‫هم‪ ،‬هم له هخامنشیانو او هم له ساساني امپراطوري‬
‫څخه په کاپیسا او کابل کې تاریخي آثار پاته دي‪.‬‬
‫د نني کاپیسې مرکز "بګرام" وو‪ ،‬چه د نني کوهدامن‬
‫او کوهستان سیمې پکې راتللې‪ .‬د "پروان" نوم هم ذکر‬
‫شوی دی او د بګرام او کاپیسي شهرت د یوې بلې‬
‫امپراطوري د مشر له نوم سره هم تړل شوې ده چه هغه‬
‫یونانی ستر سکندر وو چه په بګرام کې ئې یو ښار آباد‬
‫کړ او نوم ئې " کفکاسیه" ورکړ‪ .‬یونانیانو دا پکر کاوو چه‬
‫د هندوکش لوړ غرونه به هماغه د "قفقاز” غرونه وي‪.‬‬
‫‪107 of 1205‬‬

‫او پدې توګه په کال ‪ ۳۲۹‬مخکې له میالده هرات ته د‬


‫سکندر رارسیدلې لښکرې وینو چه ئې د دریم داریوش‬
‫هخامنشي لښکرو ته هم د ننۍ ترکئې په خاوره کې او‬
‫هم ئې بیا د عراق د دجلې د سین په غاړې دوه ځله‬
‫شکست ورکړی وو‪ .‬او د هخامنشي د قام آخرینی‬
‫امپراطور "دریم داریوش" د ایران په خاوره کې د تیښتې‬
‫په حالت د خپلو نژدې جنراالنو له خوا په چړو ووژل شو‪.‬‬
‫او ددې څو جنراالنو د مشر په تعقیب پسې ستر سکندر د‬
‫نني افغانستان د هرات او بیا د کندهار له ځایونو تیر شو‬
‫او ځان ئې بګرام ته راورساوو‪ .‬او د هندوکش د غره له‬
‫یوې درې څخه "د خاواک درې" واووښت چه له سخت‬
‫مقاومت سره مخامخ شو‪ .‬دې ګریالئي جنګونو آرام ونه‬
‫موند او د جنګیالو په تعقیب پسې مجبور کړل شو چه له‬
‫آمو دریا څخه هم واوړي‪ .‬د بلخ "بالیکا" ښار ئې فتح کړ‪.‬‬
‫او پدې توګه ستر سکندر په منځنۍ آسیا کې له یو بل‬
‫"اسکیت" نومیده او دا قام د ترک‬‫قام سره مخامخ شو چه ِ‬
‫له نژاد څخه وو‪ .‬دا جنګونو هم ستومانی درلودلې او هم‬
‫تر څلورو کلونو پورې ئې د سکندر لښکرې د رقیبانو په‬
‫‪108 of 1205‬‬

‫سرکوبولو مشغولې وساتلې‪ .‬د سکندر مقصد که څه هم د‬


‫سمرقند "ماراکند" له نیولو وروسته د "ایسکیت" له قام‬
‫خجند د سیمې په شا‬ ‫سره سوله وه‪ ،‬چه دا قام اکثرا َ د ُ‬
‫اوخوا کې وو‪ .‬او غوښتل یې چه له هغوی سره د آمو دریا‬
‫"جیحون دریا" سرحد وټاکي‪ ،‬مګر پوره درۍ کاله په جنګ‬
‫کې مشغول پاته شو‪ .‬مګر بیا هم له جنګ سره ځینې‬
‫سیاسي خبرې هیرې نشولې‪ ،‬چه سکندر خپل ځانته له‬
‫)رکسانه( " د واده په‬
‫"رکس آنه ُ‬ ‫هماغه ځایه یوه پیغله ُ‬
‫مقصد وټاکله‪ .‬پدې شپو ورځو کې د "خوارزم" خان چه د‬
‫"خیوا" په خان هم مشهور وو یوه ورځ ئې ستر سکندر ته‬
‫دا پیشنهاد وکړ چه‪:‬‬
‫”که ستا اجازه وي ستا له لښکرو تر څنګ به زه هم‬
‫خپل پوځي قوت یو ځای کړم‪ .‬که تاسې غوښتي وي چه د‬
‫"کولکید" هیواد ونیس” نو د الرې د رهبري وظیفه به زه په‬
‫غاړه واخلم‪ .‬او دا هیواد د قفقاز د غرنۍ سیمې په ملنه کې‬
‫د "تورې بحیرې" په غاړه پروت دی …“‪.‬‬
‫مګر د سکندر لوی مقصد له "هند او هیلن" څخه د‬
‫راتلونکي جوړ شوي فرهنګ او تجارت د یو لوی جهان‬
‫‪109 of 1205‬‬

‫پالن وو‪ .‬او بیرته له هندوکش څخه بګرام ته له خپل پوځ‬


‫سره راواووښت چه ټول پوځ ته ئې درۍ میاشتې‬
‫استراحت ورکړ‪ .‬دې پوځ د خپل استراحت موده له خپلو‬
‫آسانو سره په کابل او لغمان کې تیره کړه‪.‬‬
‫ماخذونه د "چترال‪ ،‬سوات او د باجوړ" نومونه هم‬
‫ذکر کړي دي‪ .‬پدې مطلب چه هند ته په تلو کې د دغو‬
‫غرنیو سیمو اوسیدونکي ئې په الره کې مزاحم نشي‪ ،‬نو‬
‫ځوان سکندر پدغو سیمو کې له خونړیو جنګونو وروسته‬
‫خلک تابع کړل‪.‬‬
‫د ‪ ۳۲۷‬ق م کال په پای کې‪ ،‬یا له میالده مخکې د‬
‫‪ ۳۲۶‬په پیل کې‪ ،‬سکندر یا "الکساندروس" خپل پوځ ته یو‬
‫نوی نظم ورکړ چه په پوځ کې یې زیات شمیر ترک نژاده‬
‫ماهر سوارکاران هم شامل شوي وو‪ .‬او کله ئې چه له‬
‫بګرام څخه د هند په لور حرکت وکړ د جنګ لپاره د آماده‬
‫شوي پوځ شمیر ئې ‪ ۳۵۰۰۰‬وو او ټول هغوی چه فامیلي‬
‫او ملکي کسان وو شمار ئې ‪ ۱۲۰۰۰۰‬ته رسیده‪.‬‬
‫‪110 of 1205‬‬

‫نوټ ‪ :‬د نني پاکستان د چترال د غرنی سیمې خلک ځانو‬


‫ته یوناني وائی او وائي چه "موږ د ستر سکندر له زمانو‬
‫پدې سیمه کې ژوند کوو‪ .‬چه یا د ستر سکندر له پوځ‬
‫څخه زخمیان هند ته د تلو نه وو‪ ،‬نو د هغوی د څارنې په‬
‫مقصد کومک کونکي ډله هم هم پاته شول“‪.‬‬
‫لدغه قام سره نژدې د بل قام ژبه په "شینه" یادیږي‪ .‬بیا‬
‫چه کله وروسته په بلخ کې یوناني واکمني ټینګه شوله له‬
‫دغو یوناني اقلیت سره یې په چترال کې اړیکې درلودلې‬
‫او هم ئې په هماغه غرنۍ سیمه کې د یونان د باستان د‬
‫نیمه رب النوع ”هرکیول“ مجسمه هم جوړه کړه چه د قوت‬
‫سمبول وو‪ .‬مګر د عربو د اسالم د هجوم په وخت کې ئې‬
‫دا مجسمه ونړوله‪ .‬خو دلچسپه موضوع داده چه دوی چه‬
‫ځانو ته د یونان او هیلن له نژاد څخه وائي‪ ،‬ال تر ننه ئې‬
‫اسالم منلی ندی‪.‬‬
‫تر دې ځایه له میالده مخکې له سکندر سره‬
‫چاریکارو ته نژدې په بګرام کې د جوړ شوی ښار‬
‫”سکندریه“ د کاپیسا او کابل نومونه په لنډه توګه دا‬
‫تاریخی نومونه یاد شوي‪ .‬مګر مهم څو ټکي دادي چه؛‬
‫‪111 of 1205‬‬

‫کله چه ستر سکندر هرات ته راورسید او هلته ئې هم یو‬


‫ښار یا "سکندریه" جوړه کړه‪ ،‬کوم مهم مقاومت ورسره‬
‫ونشو‪ .‬او بیا چه د هماغه کال ‪ ۳۲۹‬ق م په پای کې د‬
‫سکندر د حرکت الرې دوام درلود او کندهار ته راورسید‬
‫چه ئې په کندهار کې هم خپل پوځ ته یو ښار جوړ کړ‪.‬‬
‫مګر د مقاومت ماخذ په الس کې نلرو‪ .‬یواځې د "بلوڅو"‬
‫له قام او له بلوچستان څخه ذکر شوی دی‪ ،‬چه کوم‬
‫عصیان او مقاومت په بلوڅو کې ښکاره شو‪ .‬خو د سکندر‬
‫د پوځ جنرال ”بطلیموس" ئې له څو کنډک عسکرو سره‬
‫بلوچستان ته واستول او په کم وخت کې د بلوڅو د قام‬
‫مشرانو د خپلې دوستي تعهد سکندر ته واستاوو‪.‬‬
‫که هرات وو او که کندهار او که د بلوڅ د قام سیمه‬
‫وه‪ ،‬دوی په هغو زمانو کې د پارس د هخامنشي‬
‫امپراطوري تابع وو‪ .‬چه په هغو وختونو کې هم نفوس ډیر‬
‫کم وو او هم د هخامنشي د قدرت د نښې په توګه او د‬
‫سرحد د معلومولو په منظور دولتي ځینې وړې نښې په‬
‫هرات اوکندهار کې موجودې کم وې‪ .‬په کندهار کې‬
‫ممکن خلک ډیر کم وو چه په دولتي ځای کې ئې شمار او‬
‫‪112 of 1205‬‬

‫پوځي قوت له سکندر سره د مقاومت توان ندرلود‪ .‬او یا به‬


‫په بلوچستان کې د هخامنشیانو له دولتي ځای څخه اداره‬
‫کیده‪ .‬یواځې هم په هرات کې او هم په بلخ کې د‬
‫هخامنشي واکمني طرفدارانو او یا دولتي کسانو تر یو‬
‫حده مقاومت ښکاره کړی وو‪ ،‬چه البته بلخ یو ښاري او‬
‫دولتي نظم او تشکیالت درلود‪.‬‬
‫بله مهمه مسله داده چه په هغو زمانو کې د نني‬
‫هیواد د اوسیدونکو د پیژندلو د مطالعې له موضوع سره‬
‫هم مخامخ کیږو چه آیا پدې هیواد کې کوم قام او چا ژوند‬
‫کاوو خصوصا َ چه نن د "افغان" په نوم نومول شوي دي؟‬
‫موږ پوره پوهیږو چه کله الکساندروس له هرات څخه‬
‫بیا تر کندهار پورې او له کندهار څخه بیا تر بګرام پورې‬
‫یوه اوږده الره ووهله‪ ،‬نو د الرې په سر نه د هیڅ چا له‬
‫مقاومت سره مخامخ شو او نه هم د بلوڅو له قام نه پرته د‬
‫بل قام کوم نوم ذکر شوی دی‪ .‬او دا هغه زمانې وې چه د‬
‫آباسین د ساحل غرب خوا ته د "مونجودارو" په نوم د یو‬
‫مدنیت ماخذونه رارسیدلي دي او ګمان کیږي چه د بلوڅو‬
‫د قام په تاریخ رڼا آچوي‪.‬‬
‫‪113 of 1205‬‬

‫یو هم د "کاالچ یا کلیچ" د قام د ژوند سرګذشت دی‪،‬‬


‫چه دا د منځنۍ آسیا د "تورک‪ -‬توران" له نژاده څخه قام‬
‫چه کله د نني افغانستان د غزني د ښار په شمالي پراخه‬
‫سیمو کې په شپني توب میشته شول‪ ،‬نو ئې د خپل قام په‬
‫نوم د "کالچ یا کالت" په نوم مرکز جوړ کړ‪ ،‬چه بیا غور ته‬
‫هم وکوچیدل‪ .‬چه نن دا قام په افغانستان کې په "غلجي"‬
‫یادیږي‪ .‬مګر کوم ذکر ئې د الکساندر په وخت کې ندی‬
‫شوی‪ .‬ممکن وروسته له هغه به راغلي وي‪ .‬او ستر سکندر‬
‫له کابل نه کاپیسا ته تیر نشو‪ ،‬بلکه د پغمان د غرونو له‬
‫درو څخه کوهدامن ته واووښت‪ .‬البته چه په بامیانو کې‬
‫لکه اوس د هزاره قام ژوند ندرلود‪ .‬دوی چه کله چنګیز خان‬
‫په کال ‪ ۱۲۲۷‬میالدي کې مړ شو له هغو زمانو څخه په‬
‫بامیانو کې هغه وخت پاته شول چه د بامیانو د "غلغلې"‬
‫په ښار او جنګ کې ئې ملسی ووژل شو او بیا دا‬
‫ښارګوټی د چنګیز خان لښکرو ونړاوو او وئې سوزاوو چه‬
‫اوس هم د باالحصار د غونډۍ نښې شته دي‪.‬‬
‫‪114 of 1205‬‬

‫نوټ‪ :‬ما ئې د سوزیدلو کورونو او حتی کمرونو په سر په‬


‫کال ‪۱۹۷۴‬م د سردار محمد داود خان د جمهوریت په‬
‫وخت کې چه په یو رسمي وظیفې د بامیانو والیت ته تللی‬
‫ووم‪ ،‬د هماغو زمانو د اور اوچته نښې ولیدلې چه ال هم د‬
‫هغو ړنګو کورونو څنګ ته او شاوخوا د کنډوالو په نژدې‬
‫پرتو کمرونو تور د اور رنګونه پاته وو‪.‬‬

‫بله موضوع د نورستان د قام او د سکندر د الرې د‬


‫تاریخي مسیر موضوع ده پدې مانا چه‪:‬‬
‫په نني افغانستان کې د نورستان قام د هندوکش د‬
‫غرونو په لوړو دوو بیلو سیمو کې له ستر سکندر راتلو‬
‫څخه پخوا هم ژوند کاوو چه یو د لغمان والیت دی او بل د‬
‫کنر والیت دی‪ .‬دا قام پکې له ډیرو پخوا زمانو میشته‬
‫شوی دی چه د کنړ د نورستاني قام بل نوم "کټور" وو او‬
‫د لغمان د قام "بیلور" وو‪ .‬یوه قام ئې د تورو اوزو له‬
‫پوستکو څخه جامې آغوستلې او د لغمان د نورستان قام‬
‫د سپینو اوزو له اوزغنو کالي جوړول‪ ،‬چه د غرو د سخت‬
‫ژمي ژوند او د ځنګلونو محیط په مقابل کې دغو جامو‬
‫‪115 of 1205‬‬

‫مقاومت ښکاره کاوو‪ .‬او له هماغو لیرې زمانو له میالده‬


‫پخوا ال تر ننه ‪ ۲۰۰۰‬میالدی کال پورې د دغو سیمو لوړو‬
‫غرنیو درو ته سړک ندی ورغلی‪ .‬دوی تر دا ننه په مالداري‬
‫مشغول دي‪ ،‬بازار او دکانونه پکې نشته‪.‬‬

‫نوټ‪" :‬ما په ‪ ۱۳۵۸‬شمسي کال د "بر کنړ" د نورستان د‬


‫مشهور تاریخي "واما" نومی کلی د غرونو په سرونو ولید‬
‫چه د "واما" باغ په هماغه غره کې له میالده مخکې جوړ‬
‫شوی دی‪ .‬له هماغو زمانو پکې د غرو له اوږدو کمرونو‬
‫څخه هم تونل او هم پُل چه له یوې ژورې درې څخه مقابل‬
‫خوا ته د تیریدو الره مساعده وی او هم له نژدې همسایه‬
‫غره څخه د لوی کمره په دننه کې په اوږدو اوږدو ناوه‬
‫جوړه شوې ده چه د تیشو پرهارونه ال اوس هم د تیږې په‬
‫سر پاته وو‪ .‬دې باغ هر رنګه لوئې او زړې ونې درلودلې‬
‫چه میدان ته د راوتلو غځیدلو او قوي ریښو منظرو ئې یو‬
‫بیل هیبت درلود‪.‬‬
‫‪ .۱‬سره انګور ئې مشهور وو چه باغ ته په ننوتلو‬
‫‪116 of 1205‬‬

‫د شرابو لپاره له سپین لوی کمره څخه جوړه شوې د تیږې‬


‫حوض وو چه له هماغې تیږې څنګ ته له وتلي شیردان‬
‫څخه د شرابو لپاره شیره په یو غوچ ځای کې د تیږې‬
‫مخزن ته وتله‪ .‬چه دا په حوض کې په آچول شوو انګورو‬
‫به د یو خاص مراسم او په ټاکلې ورځې د "واما" د کلي‬
‫پیغلو او ځوانانو پایکوبي کوله‪ .‬نو به د انګورو شیره‬
‫هماغه تناره ته ورته مخزن ته انتقال شول چه دې پایکوبي‬
‫به څو ورځې دوام کاوو‪.‬‬
‫‪ .۲‬په هماغه میداني کې چه سپین ښکلی ریګ باندې‬
‫فرش وو د میداني چارچاپیره له سپینو تیږو جوړیشوې‬
‫چوکۍ وې او د میدان په غربي څنډه کې بیا هم یو لوړ‬
‫تقریبا َ دوه متري کمر وو چه ویل کیدل چه د "ویدا" د‬
‫سرودونو روحاني مشر "براهمان" به له هغه ځایه الندې‬
‫ناستو ته د سرودونو د ویلو رهبري کوله‪.‬‬
‫‪ .۳‬او ډیره دلچسپه او د تعجب داستان د هغو چوکیو وو‪.‬‬
‫او هغه داسې وو چه ماته زما ترجمان د ‪ ۱۰۲‬کلن‬
‫نورستاني له خولې څخه چه د هماغه کلي وو چه نه په‬
‫پښتو پوهیده او نه په فارسي ژبه پوهیده او نه ئې هم ملونځ‬
‫‪117 of 1205‬‬

‫او اسالم پیژانده‪ .‬چه ال په ‪۱۳۵۸‬ه ش کال هم لوړ او په‬


‫صحت روغ او د یوې قوي حافظې خاوند وو‪ .‬او د کلي‬
‫نورو خلکو په ټوکه په هغه تکړه وامائي د "عیدک حاجي"‬
‫نوم ایښی وو‪ .‬ډیرې دلچسپې کیسې یې وکړې‪ ،‬داسې‬
‫چه‪ :‬کله چه امیر عبدالرحمن خان د ‪ ۱۸۹۰‬میالدی کال په‬
‫لسیزه کې یو مهم تصمیم ونیو چه د "کافرستان"‬
‫اوسیدونکي کافران باید مسلمان شي او باید اسالم‬
‫ومني‪ ،‬نو د یو مشهور جنرال "غالم حیدر خان" په مشری‬
‫لوی پوځ له کچرو سره توپونه د کنړ د والیت له مرکز څخه‬
‫سل کیلومتره شمال ته لیرې د غرونو د کمرونو د نریو‬
‫غرنیو الرو او د کنړ د "پیچ" د سین په غاړه پاس د لوړو‬
‫درو په لور وخوځیدل‪ .‬چه لدې پوځ سره د اسالم مبلغین‬
‫مالیان هم وو‪ .‬د جنګ په ملړنیو شپو ورځو کې نورستاني‬
‫غرني اوچت قام د کمرو او د ځنګلو د ونو له څټ نه په‬
‫خپلو لیندو او غشو او په تورو د امیر عبدالرحمن خان د‬
‫پوځ ډیر کسان ووژل‪ .‬مګر کله چه توپونه راغلل بیا‪ ،‬حاجي‬
‫عیدک داسې کیسه وکړه‪:‬‬
‫‪118 of 1205‬‬

‫زه ‪ ۲۰‬کلن ځوان ووم او له پالر سره مې څنګ په څنګ‬


‫جنګیدلم‪ .‬خو کله چه موږ د امیر توپونو ته کتل او بیا مو په‬
‫خپلو السونو کې لیندې او غشو او تورو ته کتل نو له‬
‫توپونو سره مقابله زمونږ او زمونږ د کورونو د تباهي له‬
‫نتیجو پرته بل څه نه وو‪ .‬نو د مختلفو کلیو او درو مشرانو‬
‫دا مشوره وکړه چه د امیر د توپونو زور ومني‪ .‬او موږ هم‬
‫دا احوال ورواستاوو چه "امیر زورو دی" مانا ئې داوه چه‬
‫موږ جنګ پریښود‪ .‬مګر دا مو ویلی نه وو چه موږ اسالم‬
‫منو‪ ،‬ځکه چه اسالم مو هیڅ نه پیژاند‪ .‬بلکه موږ احوال‬
‫ورواستاوو چه مونږ منو چه امیر زورور دی‪ .‬یانې مونږ‬
‫خپله کمزوري منلې وه چه امیر پوه شي چه مونږ خو کومه‬
‫ګناه کړې نه وه او نه هم امیر ته مونږ په خپل زور ښکاره‬
‫کولو او یا له امیر سره د جنګ کولو په منظور امیر ته په‬
‫جنګ ورغلي وو‪ .‬داسې هیڅ شی په منځ کې نه وو‪ ،‬بلکه‬
‫په مونږ د امیر توپونه راغلل‪ .‬مونږ نه پوهیدلو چه زمونږ قام‬
‫امیر ته ولې ورپه زړه شوی وو؟ خو زمونږ په منځ کې‬
‫داسې خبرې تاویدلې چه امیر زموږ له رمو او له غوړیو‬
‫خبر شوی وو‪ ،‬چه د نورستان دواړو قامونو هم په لغمان او‬
‫‪119 of 1205‬‬

‫هم په کنړ کې مالداره وو او ډیر غوړي ئې درلودل‪ .‬ممکن‬


‫دا به کومه ټوکه وه‪ ،‬خو زمونږ تر منځه د خلکو د ژبو په‬
‫سرونو تاویدله‪.‬‬
‫مګر پخپله امیر عبدالرحمن خان د توپونو او د باروتو‬
‫په زور د کافرستان د خلکو د مسلمانولو دلیل بیا وروسته‬
‫کلونو کې د روسي تزار یو محتمل ادعا وګڼله او په خپلو‬
‫یاداشتونو کې ئې ولیکل چه‪:‬‬
‫”کله چه د افغانستان د سرحدونو د معلومولو تصمیم‬
‫او مساعد فرصت ښکاره شو‪ ،‬نو ما دا احتمال په نظر کې‬
‫نیولی وو چه مبادا د روس امپراطوري له خوا وویل شي‬
‫چه د کافرستان خلک نصارا او عیسوي مذهبه دي نو مونږ‬
‫هم کیش یاستو او مونږ د هم کیشانو د ژوند او مذهب د‬
‫ساتنې وظیفه په غاړه آخلو‪ .‬او پدې توګه د نورستان خلک‬
‫د سرحد په ویش کې په خپله امپراطوری ونه تړي…“‪.‬‬
‫که څه هم دا یواځې آوازې وې چه د نورستان‬
‫اوسیدونکي یوناني دي او له هغه وخته په افغانستان کې‬
‫میشته شوي دي‪ ،‬چه کله ستر سکندر د افغانستان له‬
‫الرې هند ته واوښت او دا خلک په افغانستان کې ترې‬
‫‪120 of 1205‬‬

‫پاته شول‪ .‬مګر دې آوازې کوم تاریخي دلیل ندرلود‪ .‬او‬


‫واقعیت دا وو چه کله د ستر سکندر پوځ د لغمان او بیا د‬
‫کنړ له الرې باجوړ ته آووښت‪ ،‬یواځې د لغمان په یوه دره‬
‫کې څو محدوده حملې پرې وشولې مګر کله چه نورستاني‬
‫پوه شول چه دوی زمونږ د وژلو لپاره راغلي ندي‪ ،‬نو‬
‫هماغه څو حملې هم خاموشه شولې‪ .‬او کله چه پوځ کنړ‬
‫ته ورسید هلته چه نن د "چاغان" غر پروت دی او دا ننی‬
‫نوم ئې د ”چغانیانو" چه د منځنۍ آسیا قام وو او د خپلې‬
‫واکمني ساحه ئې تر کنړ پورې هم غځولې وه آخستی‪.‬‬
‫مګر د سکندر په تلو کې د نني اسد آباد سیمې ته د کنړ‬
‫د نورستاني قام مشرانو ستر سکندر ته د هرکلي او‬
‫میلمستیا په منظور د شرابو څو ُ‬
‫خمونه هدیه کړل‪.‬‬
‫د نورستان د خلکو په هکله ملړنی علمي او سیاسي‬
‫تالش د انګلیس جنرال "الفنسنت" له خوا تر سره شو او‬
‫دا هغه کال وو چه نوموړي جنرال د افغانستان د هغه‬
‫وخت پاچا د ابدالي احمد شاه ملسي "شاه شجاع" سره‬
‫د رسمي لیدلو او تجاري اړیکو غوښتنه کړې وه او زیات‬
‫سوغاتونه ئې هم نوموړي پاچا ته راوړي وو‪ .‬چه د دومره‬
‫‪121 of 1205‬‬

‫زیاتو سوغاتونو آوازې هم په هر لور تیتې شوې وې‪ .‬کال‬


‫‪ ۱۸۰۱ - ۱۸۰۰‬میالدي‪.‬‬
‫دې آرام او عالم جنرال د نورستان د سیمې او د‬
‫نورستان د قام او مذهب او تیر تاریخ او د موجوده ژوند د‬
‫حاالتو د معلومولو په خاطر څو مالیان او نور موظف کړل‪.‬‬
‫چه دغو استخدام شوو زیاتې ستونځې په غرنیو نامعلومو‬
‫الرو کې له تیرولو وروسته ډیر کم څه تر السه کړې وو‪.‬‬
‫یواځې ئې د لغمان د والیت د غرو په لوړو کې د‬
‫اوسیدونکو نورستانیانو د عقیدې په هکله د الفنسنت جنرال‬
‫الس ته دوه نومونه ورغلي وو چه یو‪ ” :‬ایمرا" د سولې د‬
‫وخت معبود وو او بل د "ګیش" په نوم د جنګ د وخت د‬
‫معبود نومونه وو‪ .‬ایمرا ته غواوې په نذرانه قرباني کیدلې‬
‫او ګیش نومي معبود ته اوزې قرباني کیدلې‪ .‬او د دغو‬
‫قربانیو د مذهبي مراسمو تفرعات بیل وو‪.‬‬

‫مګر هغه عبادت خانه چه ما پخپله په کال ‪۱۹۷۹‬م )‪۱۳۵۸‬ه‬


‫ش( د واما په کلي کې ولیدله چه یو لوی او زوړ اطاق وو‬
‫او یوه لویه زړه دروازه ئې درلودله چه په دننه کې له لرګیو‬
‫‪122 of 1205‬‬

‫هغه مجسمې جوړیشوې وې چه د دې خلکو نیکونه وو او‬


‫د جنګ او دفاع قهرمانان وو‪ ،‬چه د دوی روح ئې ملانځه‪.‬‬
‫او هغه له تیږو جوړیشوې چوکۍ چه د واما د کلي د‬
‫مشهور تاریخي باغ د دروازې په ننوتلو سترګې پرې‬
‫لګیدلې د همدې جنګ او دفاع د قهرمانانو د ناستي‬
‫ځایونه وو‪ ،‬چه د رتبو په مراعات به لوی قهرمان د نورو په‬
‫سر کې په چوکۍ کشیناسته‪.‬‬
‫حاجي عیدک ویل چه‪" :‬چه کله زمونږ تیر او پخواني‬
‫نیکونه د همسایه سیمو د نوو مسلمان شوو له جهاد او‬
‫یرغل څخه په عذاب شول‪ ،‬نو په دفاع ئې پام شو‪ .‬تر هغه‬
‫وخته چه زموږ همسایه سیمو ته اسالم راغلی نه وو مونږ‬
‫جنګ نه پیژاند‪.‬‬
‫دا همسایه ځایونه هماغه د پښتنو اوسیدونکي سیمې‬
‫وې لکه باجوړ‪ ،‬سوات او نور‪ .‬هغوی به د غال ډلې‬
‫جوړیکړلې د نورستان د خلکو د اوسیدلو درو او کورونو ته‬
‫به راواووښتل‪ .‬دغو مسلمانانو ته د هغوی مالیانو ویلي وو‬
‫چه "په اسالم کې په کافرانو جهاد خدائی فرض دی او د‬
‫کافرانو سر او مال او هر څه په مسلمانانو روا دي“‪ .‬نو‬
‫‪123 of 1205‬‬

‫دغو قاتالنو به هم نورستانی اوړ او زوړ وژل او هم به یې‬


‫ښځې او مالونه لدوی نه تښتول‪ .‬خصوصا َ چه د نورستان‬
‫ښځې او پیغلې په وجود تکړه او په رنګ سپینې وې او د‬
‫خرمائی زیړ او د سترګو رنګ به ئې آبي‬ ‫اکثرو ویښتان ُ‬
‫وو‪.‬‬
‫حاجي عیدک په خپلو خبرو کې وویل چه‪" :‬موږ به له‬
‫خپلو نیکونو راپاته کیسې آوریدلې چه د مسلمانانو له وژلو‬
‫له غال او له نارحمي څخه کیدلې‪ .‬نو بیا داسې جرګه‬
‫شوې وه چه زموږ نیکونه هم پاڅیدل د مسلمانانو سیمو ته‬
‫به واووښتل او بیرته په راتلو سره به چه ډیرې شپې او‬
‫ورځې به د دوی له تلو څخه وتلې وې او څوک به نه‬
‫پوهیدل چه دوی ووژل شول او که به خدای خبر ژوندي‬
‫بیرته خپلو کورونو ته راشي‪ .‬نو پدې انتظار کې به غږ شو‬
‫چه فالنی راغی‪ .‬د کلي ټول خلک به ئې مخې ته ورووتل‪.‬‬
‫زموږ د قهرمان کالي به په وینو سره وو او په یوه څادر‬
‫کې به ئې پنډه په شاه کړې وه‪ .‬د مراسمو ځای همدا د‬
‫باغ د خولې میدانۍ وو‪ .‬د ټولو سترګې به په قهرمان کې‬
‫وې نو به ئې د خلکو تر مخ په میداني کې د پرې شوو‬
‫‪124 of 1205‬‬

‫سرونو څادر وغورځاوو‪ .‬که هغه پنځه سرونه وو او د هغه‬


‫بل له خوا پریکړل شوی د د ښمن دوه سرونه وو نو به د‬
‫پنځو سرونو د پریکونکي قهرمان ځای ملړۍ چوکۍ وه‪ .‬بیا‬
‫به وروسته ددې قهرمانانو مجسمې جوړیدلې‪.‬‬
‫او کله چه بیا د امیر عبدالرحمن خان د زمانې مالیان‬
‫زمونږ کلي ته راغلل نو مونږ به ئې په زوره په ملانځه ودرولو‬
‫چه زمونږ ژبې په پردۍ ژبې هیڅکله نه آموخته کیدلې‪ .‬نو‬
‫به مالیانو په ډیر قهر زمونږ په وهلو پیل وکړ‪ .‬نو مونږ به‬
‫ویل چه څنګه وکو خو هغسې تلفظ نشو کوالی‪ .‬دوی ډیر‬
‫بیعقل خلک وو ځکه چه زمونږ له ژوند نه هیڅ خبر نه وو‪.‬‬
‫په آخر کې مالیانو بله الره ونیوله او له مونږ نه یې د‬
‫مالونو‪ ،‬غوړیو او نورو شیانو رشوت غوښت تر څو له وهلو‬
‫خالس شو‪ .‬حتی ځینو عسکرو به په رشوت له مونږ نه‬
‫شراب هم په پټه غوښتل چه ظلم په مونږ ونکړي‪.‬‬

‫زمونږ دا مجلس د "واما" نومي غره پاس په سر د واما د‬


‫کلي مشر "حاجي عیدک" سره وو‪ ،‬چه د ټول کلي خلک‬
‫حاضر وو‪ .‬او دې خلکو په کاشوغو خوراک کاوو او په‬
‫‪125 of 1205‬‬

‫چوکیو کشیناستل‪ ،‬چه کاشوغې او میزونه دوی خپله له‬


‫لرګیو څخه جوړولې‪.‬‬
‫د حاجي عیدک دا دوه خبرې مې له یاده نه اووځي‬
‫چه یوه خبره د امیر عبدالرحمن خان له خوا ورآستول شوو‬
‫مالیانو د ظلم او رشوت په هکله وه او په خپلې دې خبرې‬
‫کې مې ددې ‪ ۱۰۲‬کلن غرني انسان د انساني احساس‬
‫ژور یو معنوي اړخ او جهان ولید چه ویل ئې‪:‬‬
‫مالیانو به مونږ ته یو کتاب راوښود چه په څو څو رنګ‬
‫رنګ دسمالونو کې ئې پیڅلي وو‪ .‬او مونږ به ئې کتار‬
‫ودرولو او مونږ ته به ئې ویل چه په نوبت دغه د خدای‬
‫مقدس کتاب ښکل کړئ‪ .‬یوه ورځ ما هماغه مال ته وویل‬
‫چه‪ :‬دا تاسې مالیان او مسلمانان یاست چه له خپل‬
‫خدای سره ظلمونه کوئ او بیا موږ ته کافران وایاست‪.‬‬
‫ګمان نکووم چه خدای ظالم وي‪ ،‬مګر دا همدا تاسې‬
‫ظاملان یاست چه د خپلو ظلمونو په خاطر مو د خدای‬
‫خولې ته د ظلم د خپلو خولو خبرې ورکړې دي‪ ،‬چه د‬
‫خدای د نوم او خبرو په پلمه خپل دروغ او خپل ظلمونه او‬
‫چلونه سرته ورسوئ‪ .‬مګر زه ئې د امیر په عسکرو چپه‬
‫‪126 of 1205‬‬

‫کړم او ډیر ئې ووهلم‪ ،‬او ماته به ئې ویل چه کافره توبه‬


‫وباسه‪ .‬او ما به هغو مالیانو ته ویل چه اصل باید تاسې‬
‫له خپلو خبرو توبه وباس”‪ .‬دا د تاسې ظلم دی چه له هغه‬
‫څخه مو کتاب جوړ کړی دی‪.‬‬
‫دوهمه خبره دا وه چه په هماغه وخت کې د واما کلي‬
‫ته نژدې ناڅاپه یوې د میګ جنګي طیارې الندې په غرونو‬
‫ئې له بم سره غوټې وکړې‪ .‬چه د وحشت یو غږ پداسې‬
‫ځای کې خپور شو چه هره خوا د طبعیت د خپلې‬
‫خاموشي آرامه د غرونو او لور تر لوره د شنو ځنګلونو‬
‫وزرونه خپاره وو‪ .‬وروسته د یو واړه شپونکي مړۍ ئې‬
‫راووړ‪ .‬چه ما هیڅ زخم پکې ونه لید‪ ،‬بیا پوه شوم چه‬
‫لداسې ناڅاپي وحشتناک غږ نه د دې شپونکي زړه‬
‫چودلی وو‪ .‬ماته حاجي عیدک مخ راواړاوو پدې پوښتنه‬
‫چه‪ :‬دا طیارې د چا دي؟ ځواب مې ورکړ چه د یو قام دي‬
‫چه روسان نومیږي‪.‬‬
‫بل نورستاني وویل چه‪ :‬موږ به جهاد ورسره وکړو‬
‫دوی کافران دي‪ .‬مګر حاجي عیدک خپل هماغه کلیوال ته‬
‫څو شیبې په ځیر ځیر وکتل او بیا ئې له سرو انګورو یو‬
‫‪127 of 1205‬‬

‫اوښکالی ټول په خپلې خولې دننه کړ او خوله ئې له‬


‫انګورو ډکه کړه‪ .‬د انګورو د اوښکالي خلکی ئې له خولې‬
‫راوویست خوا ته ئې وغورځاوو‪ ،‬چه په خوله کې ئې یو‬
‫غاښ هم ما ونه لید‪ ،‬نو بیا ئې داسې وویل‪:‬‬
‫”لدغو خپلو کافرانو څخه دا پردي کافران ښه دي‪ .‬دوی‬
‫خو یو کسب یو کمال لري چه له اوسپنو څخه داسې‬
‫مرغان هوا ته جګوي‪ .‬یوه ورځ به لدوی څخه په دوستي‬
‫موږ هم یو شی‪ ،‬یو کسب زده کړو‪ .‬مګر لدغو خپلو څخه‬
‫تاسې باید وډار ش” چه ځانو ته مسلمانان وائي‪ .‬هر یوه‬
‫خپل خپل حزب جوړ کړی دی‪ .‬له دروغو او له ورانولو پرته‬
‫ئې بل هیڅ نده زده‪ .‬د نفاق السونه ئې زمونږ خلکو ته هم‬
‫رارسیدلي دي‪ .‬زه خبر یم چه زمونږ درو او سیمو ته د‬
‫نفاق مرض راغلی دی‪ .‬له بې اتفاقي څخه باید ځانونه‬
‫وساتو‪ .‬زمونږ په خپل دننه کور کې له بې اتفاقي څخه دا‬
‫د پردي کافر د الس بم ښه ګڼم‪ .‬پردی دښمن به زمونږ له‬
‫کوره یوه ورځ والړ شي‪ ،‬مګر مونږ به د خپل کور له دننه‬
‫خپل دښمن څخه چیرته والړ شو؟‬
‫‪128 of 1205‬‬

‫زمونږ د نني هیواد د اوسیدونکو حال د ستر سکندر په‬


‫زمانه کې چه کله مطالعه کوو هغه قام چه پخوا موجود وو‬
‫همدا د نورستان آرام قام وو‪ .‬او د نني "ډیورند" له کرښې‬
‫شا او خوا په غرونو کې اکثره پښتانه پراته وو‪ ،‬چه هم په‬
‫چترال کې د کټور د قام همسایه وو‪ .‬له همدې پښتنو‬
‫قامونو څخه په داخلي جنګونو کې "بابر پاچا" هم یادونه‬
‫کړې ده‪ ،‬چه ”خټک" او "یوسف زي" قامونه تر خپلو منځو‬
‫جنګیدل‪ .‬چه بیا یوسف زیو خپله یوه لور هم بابر ته د دوی‬
‫له سیمو څخه په تیریدلو کې پدې مقصد ورکړه چه د‬
‫خټکو په ځپلو کې یوه دولتي مټه پیدا کړي‪ .‬د بابر مور‬
‫دغې یوسف زۍ پیغلې ته د بابر پاچا د نورو ښځو تر‬
‫څنګ په دربار کې ”افغانچه“ خطاب کاوو‪ .‬او بیا د خټکو‬
‫قام د جهانګیر او شاجهان د واکمنیو په اوږدې مودې کې‬
‫د ډهلي په نوکري وتړل شول‪ .‬د "راه داري‪ ،‬جاګیري“‬
‫وظیفې څخه دوی د پیسو او زور خاوندان شول‪ .‬چه هم‬
‫یوسف زي یې ځپل او هم ئې په نورو پښتني قامونو د‬
‫ډهلي دواکمني په ګټه خولې لګولې‪ .‬او کله چه اورنګ زیب‬
‫د خټکو د قام مشر ”خوشال خټک" له وظیفې عزل او بیا‬
‫‪129 of 1205‬‬

‫یې څو کاله بندي کړ‪ ،‬نو بیا وروسته دوی د مغولو په ضد‬
‫پاڅیدل او پښتانه یې د مغولو په ضد تحریک کول‪.‬‬
‫ال په هغو زمانو کې پښتنو ته "اوغان" یا "افغان" ویل‬
‫کیدل‪ .‬او په هند کې د خیبر د غرو او هم لرو او برو غرني‬
‫پښتنو اوسیدونکو ته "پټان" ویل کیدل‪ .‬په "روه" هم یاد‬
‫شوي دي چه مانا ئې غر یا د غره خلک دي‪.‬‬

‫مګر د ستر سکندر له راتلو سره په ننی افغانستان کې‬


‫دننه له هرات نه نیولې تر کندهاره او له کندهار څخه بیا تر‬
‫بګرام ‪ -‬کاپیسې پورې ځمکه له نفوس څخه تقریبا َ خالي‬
‫ده‪ .‬کله چه په منځنۍ آسیا کې د دریو کلونو په پای ته‬
‫رسیدو سره ستر سکندر بیرته ځان د نني کوهدامن بګرام‬
‫ته راورساوو‪ ،‬پوځ ئې درۍ میاشتې له خپلو آسانو سره‬
‫دمه او تفریح په کابل‪ ،‬کاپیسا او لغمان کې تیره کړه‪ .‬مګر‬
‫د کوم قام یا حادثې ذکر ندی شوی‪ .‬لدغو لوړو ځایونو‬
‫پرته د کابل ډیره برخه لکه د اوبو یو لوی ډنډ وو‪ .‬خصوصا َ‬
‫د پغمان له درو څخه د راوتلو اوبو سین سره چه کله له‬
‫للندر له درې څخه راوتلی سین د کابل په غربي سیمه کې‬
‫‪130 of 1205‬‬

‫چه نن هم په ”ګذرګاه“ یادیږي یو ځای کیده‪ ،‬نو د‬


‫شیردروازې او د آسمائی د غرونو تر خپلو منځو یو ځای‬
‫شوو ملنو بالخره الره په تیرو زمانو کې ورکړې وه چه د‬
‫سین اوبه خپل مسیر پیدا کړ‪ .‬مګر مشکل په بل ځای کې‬
‫هم وو چه هغه دا د کابل د سین تر خوا په مستو څپو بل‬
‫سیند په پیړیو خپلې اوبه د ماهیپر په لور رسولې چه هغه‬
‫د لوګر سین وو‪ ،‬چه په پیړیو پیړیو دغو اوبو خپله مخه‬
‫تقریبا ً بنده لیدله‪ .‬نو بیرته د کابل د شرقي سیمې په کاسه‬
‫کې په یو لوی حوض آووښتلې چه د هغو زمانو د اوبو د‬
‫رسوباتو نښې هم د مرنجان په غونډۍ کې او هم د باغ‬
‫باال او شاوخوا غونډیو په کاڼو کې معلومیږي‪ .‬چه بیا د‬
‫ماهیپر په غره کې ئې یوه نرۍ الره پیدا کړه‪ .‬چه دا په‬
‫حقیقت کې د غرو په منځ کی یوه نا څاپه چودنه وه چه بیا‬
‫دا د غونډیو سینو ته رسیدلې اوبو الره خالصه شوه او په‬
‫یو توپاني جریان بدلې شولې‪.‬‬
‫زما خپله یاد شي چه کله ما په ملړي ځل کابل ولید‪،‬‬
‫کابل ‪ ۶۰‬کاله پخوا ال هم د اوبو ډنډونه درلودل چه هم په‬
‫غربي کابل کې او هم په شرقي کابل کې پدغو لویو لویو‬
‫‪131 of 1205‬‬

‫ډنډونو کې درګې والړې وې‪ .‬لکه د دهمزنګ سیمه چه‬


‫اوس د کارته سخي په نوم یادیږي‪ .‬له ویسل آباد الندې‬
‫سیمه چه اوس د پخواني "ملي مجلس" مخې ته پراته له‬
‫باغ وحش نه تر الندې د چهلستون ملنو ډنډ وو‪ .‬په شرقي‬
‫کابل کې چمن حضوري له اوبو ډک وو‪ ،‬چمن ببرک‬
‫همداسې وو‪ ،‬د سخي د غره شمال ملنې څخه ها خوا‬
‫مخامخ د قوای مرکز تر شفاخانې پورې اوبه وې‪ .‬د کابل‬
‫د باالحصار جنوبي ملنه تر مقابل غره پورې ټولې اوبه وې‬
‫چه خصوصا َ د دې اوبو له دننه څخه د شپې له مخې د‬
‫چونګښو له آوازونو څخه به یو په زړه پورې کورس جوړ‬
‫شو چه بابر پاچا هم اشاره ورته کړې ده‪.‬‬

‫کابل په خپل بالحصار ښکلی وو او کاپیسا په بګرام‬


‫کې د ستر سکندر له خوا په جوړ شوي حصار او ښار له‬
‫تاریخ سره تړل شوی دی‪ .‬کابل ته د ”آریایي“ په نوم د‬
‫راغلي قام چه اصلي ځای ئې معلوم ندی چه د آسیا یا‬
‫اروپا له کومې سیمې څخه وو‪ .‬ورسره د خپلو عقیدو‬
‫سرودونه ئې هم راوړل چه په "ویدا" او دعاګانې ئې په‬
‫‪132 of 1205‬‬

‫”ریګ ویدا“ یادیدل‪ .‬د کوهستان د پروان غونډۍ او په‬


‫کابل کې د باالحصار په غونډی د جوړو شوو معبدونو په‬
‫دننه کې ملر ته پیرزوینې په سرودونو کیدلې‪ .‬بیا د کابل د‬
‫باالحصار د غونډۍ په سر له جوړ شوي معبد سره ملړنۍ‬
‫باالحصار هم جوړ شو چه ډیر اوړ وو او نښې ئې ال اوس‬
‫هم د موجوده باالحصار د غربي دیوال په بیخ کې په ډیر‬
‫مشکل لیدل کیږي‪ .‬ویل کیږي چه دا یو جنګي حصار نه‬
‫وو‪ ،‬بلکه د معبد د عابدانو څو کورونه پکې وو‪ .‬چه نور د‬
‫شرق په لور او هره خوا د دې تعمیر او معبد له دننه څخه‬
‫د طبعیت د مظاهرو په وړاندې د تحسین او احترام له‬
‫ښکارولو پرته او د همدې سرودونو له زمزو څخه بیغیر بل‬
‫کوم کور او یا معبد وجود ندرلود‪ .‬او دا هماغه زمانې دي‬
‫چه د کابل شاوخوا ټولې ملنې له اوبو ډکې وې‪.‬‬
‫د پروان د غونډۍ په سر هم د ملر د الهي ستاینې په‬
‫مقصد جوړ شوی معبد ال پراخ او په پام جوړ شوی وو‪.‬‬
‫چه بیا دا غونډی د امیر حبیب اهلل خان په پاچاهي کې د‬
‫خپل قصر لپاره وټاکل شوله او معبد ړنګ کړل شو او نوم‬
‫ئې "جبل السراج" کیښود‪.‬‬
‫‪133 of 1205‬‬

‫خو یو بل معبد هم د ملر د معبود په احترام جوړ شوی‬


‫وو چه ځای ئې د نني کابل او د شمالي تر منځه یو اوړ‬
‫کوتل دی چه په "خور" یادیده چه معنی ئې ملر ده او د‬
‫ساساني امپراطرۍ ډیرې نښې په هغې مجسمې کې‬
‫ښکاري چه دا مجسمه له خاورو څخه راوویستل شوله او‬
‫بیا د کابل په موزیم کې وه‪.‬‬
‫د "ویدا" د سرودونو وخت هومره ډیر نه وو او دا‬
‫آرایائی نومي هم هومره په کابل کې پاته نشول‪ ،‬د هند په‬
‫لورې وخوځیدل‪ .‬بیا هم د یوې بلې عقیدې څپې ښکاره‬
‫شولې چه موسس ئې ”زر ُدشت“ وو‪ .‬زردشت په بلخ کې‬
‫ټول ژوند تیر کړ چه په هغه وخت کې بلخ د ایران په‬
‫سیاسي ولکه کې وو‪ .‬او د زردشت د مذهب ارشادات هم‬
‫په همدغه سبب د ایران په خاوره زیات تیت شول چه بیا‬
‫ستر کوروش د همدې زردشت افکار او عقیده ومنله‪ .‬خو‬
‫د زردشت اخالقي غږ له هندوکش غرو څخه د کاپیسا او‬
‫کابل خاورې ته راوانوښت‪ .‬هیڅ کوم اثر او یا آتشکده ئې‬
‫نه په کابل نه په لغمان او نه په ننګرهار کې لیدل شوې‪ ،‬او‬
‫نه هم کشف شوي دي‪ .‬دا هغه زمانې وې چه بیا له‬
‫‪134 of 1205‬‬

‫ویدائی سرودونو وروسته په لوی هند کې د هند د خلکو "د‬


‫خپل روح " آواز په لوړو افکارو د "براهمانیزم" په عنوان د‬
‫ډیرو سینو ته الره پیدا کړې وه‪ .‬او له ویدائی سرودونو‬
‫وروسته د افغانستان خاورې ته هم د براهمانیزم د عقیدې‬
‫افکار راغلل چه بیا په ترتیب د زردشت "درۍ اصله“ هم په‬
‫خپریدلو شول چه‪:‬‬
‫‪ -‬پندار نیک ‪ ،‬ګفتارنیک ‪ ،‬کردار نیک ‪-‬‬
‫ورپسې د بودیزم اخالقي ارشادات وځلیدل‪ .‬او وروسته‬
‫وروسته کاپیسا او کابل دواړه د "بودا" د نجات د دواړو‬
‫الرو " لویه ګاډۍ یا لویه الره او وړه ګاډۍ یا وړه الره"‬
‫کوربه شوی او ګام په ګام په کابل او کاپیسا کې معبدونه‬
‫جوړ شول‪.‬‬
‫مخکې لدې چه د بودیزم د نجات د الرې نصایح د‬
‫افغانستان ننۍ خاورې ته راورسیږي‪ ،‬زمونږ هیواد ته د‬
‫"براهمانیزم" د عقیدې لوړ افکار هغه وخت راغلل چه‬
‫براهمانیست "چندراګوپتا" د بلخ د یوناني واکمن‬
‫"سلوکوس" سره پدې توافق رسیدلی وو چه یونانی‬
‫سلوکوس به د هندوکش جنوب ته پرتې ټولې سیمې‬
‫‪135 of 1205‬‬

‫چندراګوپتا ته پریږدي‪ .‬چه همداسې هم وشول کال ‪۳۰۵‬‬


‫مخکې له میالده‪.‬‬
‫له چندراګوپتا سره د ستر سکندر شناخت د یو هئیت‬
‫په وسیله وشو چه کله ستر سکندر له بګرام څخه د هند په‬
‫لور حرکت وکړ‪ ،‬نو د سکندر مخې ته د هند د پنجاب په‬
‫لویه سیمه کې درۍ دولتونه پراته وو ‪:‬‬
‫‪ .۱‬د آباسین او د "جیلم" د سین تر منځه د ”تاکسیال"‬
‫دولت‪.‬‬
‫‪ .۲‬د جیلم او د چناب د سیندونو تر منځه د "آبي سارا"‬
‫دولت‪.‬‬
‫‪ .۳‬د چناب جنوب ته پروت د "پوروس" دولت‪ ،‬چه د پنجاب‬
‫د هغه وخت له نورو دولتونو څخه قوی ترین دولت همدا‬
‫دولت وو‪ .‬او د "آبي سارا" د دولت واکمن "آبي ساریس"‬
‫ئې دوست او متحد وو‪.‬‬
‫کله چه ستر سکندر د آباسین په لور په حرکت کې‬
‫وو‪ ،‬نو په الره کې د ځینو قامونو له سخت جنګ سره‬
‫مخامخ شو‪ .‬مګر هغوی ته ئې له شکست ورکولو وروسته د‬
‫آباسین د اوبو په سر ئې له کایکو او وړو کشتیو پل جوړ‬
‫‪136 of 1205‬‬

‫کړ او پوځ له آباسین څخه تیر شو‪ .‬او مشهور "آوارانا"‬


‫جنګي کال ئې ونیوله‪ .‬او بیا مخې ته ئې له ډیرو هدیو او‬
‫سوغاتونو سره د تاکسیال د دولت د زاړه واکمن زوی‬
‫”امفي" په هرکلی راورسید‪ .‬چه پدې نژدې وخت کې ئې‬
‫زوړ پالر مړ شو او د تاکسیال واکمني ئې زوی "امفي" ته‬
‫پاته شوله‪ .‬دواړه مشران پایتخت ته ننوتل او بیا دواړو د‬
‫پوروس د دولت په لور په جنګ حرکت وکړ‪ ،‬ځکه چه د‬
‫امفي پالر څو ورځې پخوا ال د ستر سکندر څخه چه ال د‬
‫آباسین په غاړه په جنګ وو د پوروس د دولت په ضد کومک‬
‫غوښتی وو او سکندر هم د کومک قول ورکړی وو‪.‬‬
‫پوروس واکمن په جنګ کې زیاته زړورتیا وښودله چه‬
‫سکندر په تحسین حیران ورته پاته وو‪ .‬چه بیا بالخره‬
‫سکندر پخپله د خپل آس په سر له اوږدې نیزې سره‬
‫مقابلې ته ورنژدې شو چه پوروس په فیل سپور وو‪ .‬مګر‬
‫پوروس ئې بالخره په نیزه وواهه زخمي یې کړ‪ .‬په زخمي‬
‫حالت کې پوروس سکندر ته احوال واستاوو چه "که د یو‬
‫حکمران او د دولت د یو واکمن له شوکت سره وړ معامله‬
‫ورسره وکړي نو به تسلیم شي‪ .‬الکساندروس ومنله‪ ،‬په‬
‫‪137 of 1205‬‬

‫خپله خیمه کې ئې په احترام هرکلی کړ او خپلو یوناني‬


‫طبیبانو څخه ئې وغوښتل چه زخمونه ئې ډیر ژر معالجه‬
‫کړي او همداسې هم وشول‪ .‬کال ‪ ۳۲۶‬مخکې له میالده د‬
‫جوالی میاشت‪.‬‬
‫سکندر پوروس او امفي دواړو ته د خپلو دولتونو واک‬
‫بیرته وروسپاره او د دوی تر منځ ئې د یو سیاسي توازن‬
‫مطلب پدې منظور وو چه کله د هند په لور حرکت کوي‬
‫باید څټ ته ئې شکونه او سیاسي النجې پاته نه وي‪ .‬او‬
‫کله چه د نني الهور ښار شمال شرق ته ورسید‪ ،‬نو د‬
‫"بیاس" د سین په غاړه د "ماګادا" نومي دولت د واکمن‬
‫جنرال ”چندراګوپتا“ له خوا ستر سکندر ته پیغام راورسید‬
‫چه ویل ئې‪” :‬که د "ماګادا" د لوی دولت د واکمن د "نان‬
‫دا" ځای ستا په مټ او مرسته ونیسم‪ ،‬ما خپل دوست او‬
‫زما دولت د ځان تابع ومنه ‪ ."...‬خو هم پوروس او هم‬
‫امفي د ماګادا د دولت ساحه ډیره پراخه وښودله‪.‬‬
‫خصوصا َ چه د ماګادا د دولت تر پایتخته په رسیدلو کې‬
‫مخې ته یوه لویه وچه صحرا پرته وه‪ ،‬چه ‪ ۱۵ - ۱۲‬ورځې‬
‫مزل وو او بیا وروسته له هغه د ګنګا سین او هم لویه‬
‫‪138 of 1205‬‬

‫ساحه مخ ته راتله‪ .‬نو ستر سکندر چه ال له خپلو جنراالنو‬


‫سره په مشوره وو‪ ،‬مګر یوناني عسکرو نور اضافه لدې هم‬
‫نغوښتل چه له خپل مورني وطن څخه لیرې پاته شي او‬
‫هم ئې د خپل ځوان رهبر د دا دومره کامیابیو خاطرې نور‬
‫همدلته "بس" ګڼلې‪ .‬او د دې هیواد ځمکه او ګرمي چه په‬
‫هند نومیږي د باران او د توپاني هوا او عجایباتو د لرلو په‬
‫سبب خسته کنه او د مختلفو ناروغیو په علت له سکندر‬
‫څخه ئې بیرته "بابل" ته د تلو غوښتنه وکړه‪ .‬او‬
‫الکساندروس هم ومنله‪ .‬او بیا ئې خپل پوځ هم له وچې او‬
‫هم د بحر له الرې بابل ته ورسول چه خپله سکندر د پوځ‬
‫له یوې برخې سره د وچې له الرې رهي شو‪ .‬خو مخې ته‬
‫ئې د وچو دښتو زیاتې ستومانۍ پرتې وې او هم د‬
‫ناروغیو راز راز ناوړه شرطونو ډیر ستومانه کړ‪ .‬او بابل ته‬
‫په رسیدلو ال یو کال پوره شوی نه وو چه دا ځوان مقدوني‬
‫سترګې له جهانه پټې کړې " کال‪ ۳۲۳‬مخ کې له میالده“‪.‬‬

‫خو که د ټول تاریخ په حافظه کې تل پاته نوم چه د پیړیو د‬


‫فراموشي خاورې پرې آووښتې نه دي دا به د ستر او‬
‫‪139 of 1205‬‬

‫ځوان سکندر نوم وي چه له یونان څخه تر هند پورې ددې‬


‫اوږدې الرې په اوږدو کې به داسې نښه نه وي چه ال اوس‬
‫هم د ستر سکندر د نوم عظمت او افسانې په هغو ځایونو‬
‫پرتې نه وي‪.‬‬

‫سکندر څوک وو؟ ‪:‬‬

‫دا ځوان شهزاده د "فلیپ" زوی وو‪ .‬او د مشهور یوناني‬


‫عالم "ارسطو" شاګرد وو‪ .‬مور ئې "اوملپیاس" نومیدله‪ .‬په‬
‫کال ‪ ۳۵۶‬مخکې له میالده په مقدونیه کې زیږیدلی وو‪ .‬او‬
‫کله چه پالر ئې "فیلیپ" مړ شو‪ ،‬نو شهزاده الکساندروس‬
‫ال پوره شل کلن شوی نه وو چه په تخت کشیناست "کال‬
‫‪ ۳۳۶‬مخکې له میالده“‪ .‬او په کال "‪۳۳۴‬ق م" له ‪۳۰۰۰۰‬‬
‫پیاده عسکرو او ‪ ۵۰۰۰‬سوارکارانو سره له "داردانیل" آبنا‬
‫څخه د ننۍ ترکئې ځمکې ته تیر شو‪ .‬خبر شو چه د‬
‫پارس هخامنشي لښکرو ئې الره د "ګرانیکوس" په تنګه او‬
‫اوږدې درې کې نیولې ده‪ .‬ال په ملړي ګام کې ئې ژوند له‬
‫خطر سره مخامخ شو‪ .‬ځکه چه په ټول پوځ کې د ځوان‬
‫‪140 of 1205‬‬

‫سکندر هم سپر او هم ئې په سر د خول دواړو خواوو ته‬


‫له خاص ډول بڼکو لرونکو تسمو څخه نښې د ایراني پوځ‬
‫پام ځانته آړولی وو‪ ،‬چه د پوځ د هجوم او د خطر‬
‫زیاتوالی د ‪ ۲۳‬کلن سکندر په لور وو‪ .‬چه کله ئې د‬
‫محاصرې د کړۍ په ماتولو کې توره په مقابل دښمن پورته‬
‫کړې وه په هغې لحظې کې د محاصره شوي سکندر څټ‬
‫ته په پټه ځان رسونکي دښمن غیشۍ په لینده کې له کش‬
‫کولو سره‪ ،‬مګر "کلیتوس" نومي یوناني عسکر خپل آس او‬
‫له تورې سره ځان دښمن ته نژدې راورساوو او د هغه‬
‫الس ئې په توره وواهه‪ .‬او چه ګام په ګام د لسهاوو زرو‬
‫تورو برخورد او د آسانو د غږونو او د ژورې درې د اوبو‬
‫مستې څپې‪ ،‬مړي او زخمیان او بالخره د ایراني لښکرو‬
‫له تیښتې سره جنګ پای موندلی وو‪ .‬او په هغه سبا‬
‫سکندر له اسیر شوو ایرانیانو څخه د هغوی وسلې د‬
‫نمونې په توګه یو کولکسیون په آتن کې "پارتینون" ته‬
‫واستول‪.‬‬
‫کله چه سکندر له یونان څخه د "آسیای صغیر" په‬
‫لور حرکت وکړ‪ ،‬نو د ده په پوځ کې یو مستقل علمي کدر‬
‫‪141 of 1205‬‬

‫هم د "اریسطو" په غوښتنه اشتراک کړی وو‪ .‬مطلب د‬


‫نورو هیوادو د پیداوارو په هکله معلومات وو چه اریسطو‬
‫په یونان کې پرته له جوړیکړې "لیسې" څخه علمي‬
‫”آکاډمي“ هم جوړه کړې وه‪ ،‬چه علمي هر رنګه څیړنې‬
‫پکې تر سره کیدلې‪ .‬او لکه څرنګه چه کله سکندر مصر ته‬
‫ورسید‪ ،‬نو د دغو عاملانو له ډلې څخه ځینو د مصر د‬
‫حبوباتو او یا د پرندو او نورو مختلفو بوټو او مرغانو نښې‬
‫د اریسطو علمي آکاډمي ته واستول او ځینو خو د مصر‬
‫د ژوند او د طبعیت په هکله لیکنې له الس الندې ونیولې‪.‬‬
‫چه د خلکو د ژوند د خوراک د جامو د عقیدو او د مصر له‬
‫پخوانیو تاریخي آثارو څخه لیکل شوې رسالې په منظمه‬
‫توګه د سکندر په پوځ کې د یوې ګرزندې علمي کادر له‬
‫خوا او په آکاډمي پام په نظر نیول شوی وو‪.‬‬
‫بل خصوص د ستر سکندر په پوځ کې دا وو چه د‬
‫هرې مناسبې تفریح په فرصت کې به د شعر لوی مجلس‬
‫جوړ شو او دا به هغه په زړه پورې او ټولو ته هم د ذوق او‬
‫هم د یو فخر شیبې‪ ،‬تبصرې او مناقشې وې چه بذات د‬
‫‪142 of 1205‬‬

‫ستر سکندر له خوا او له خولې څخه د "هومیروس" د‬


‫”ایلیاد“د کتاب شعرونه لوستل کیدل‪.‬‬
‫دلچسپه دا وه چه داسې کوم یونانی چا نه پیژاند چه‬
‫د هومیروس د ایلیاد د کتاب د ‪ ۱۶۰۰۰‬بیتونه څخه ئې ډیر‬
‫اشعار په وجد او مینه زده نه وي‪ .‬خصوصا َ چه سکندر له‬
‫وړکینې څخه حتی هره شپه ”هومر“ لوست چه مور به ئې‬
‫بیا له السه په خوب کې ترې واخیست‪ .‬او کله چه په هند‬
‫کې د "بیاس" د سین په غاړه بیرته بابل ته د تلو فیصله‬
‫وشوله‪ ،‬نو د خدای پاماني په مراسمو کې هم د‬
‫”هومیروس یا هومر“ له اشعارو څخه لوی مجلس جوړ‬
‫شو‪ .‬بلخاصه چه لدې مجلس نه دوه میاشتې پخوا د جیلم‬
‫د سین په غاړه د سکندر ډیر مشهور آس چه په ستر‬
‫سکندر ډیرګران وو "بوکیفالوس" نومیده‪ ،‬آن له یونان نه‬
‫بیا تر هند پورې ورسره ملګری وو‪ ،‬مړ شو‪ .‬چه د خپل‬
‫آس په یاد او په احترام ئې په هماغه نوم د یادګار یو ښار‬
‫هم جوړ کړ او د خپل آس مړی ئې په مراسمو بدرګه کړ‪.‬‬
‫او بیا هم د شعر لوی مجلس جوړ شوی وو‪ .‬تاریخ‬
‫لیکونکی ”پلوتارک" لیکی چه‪:‬‬
‫‪143 of 1205‬‬

‫د آس په مړینې سکندر لکه چه په خپل مړه شوي یو‬


‫دوست ماتم نیولی وي‪ ،‬تر ډیره وخته خپه وو‪ .‬ځکه چه‬
‫سکندر عادت درلود چه د هیڅ چا نیکی او وفا ئې له یاده‬
‫نه وتله‪ .‬د آس د هوښیاري آوازې هومره خپرې شوې وې‬
‫چه ډیرو به په یقین سره ګمان کاوو چه بولیفالوس په خبرو‬
‫لکه انسان پوهیږي‪.‬‬
‫په الره کې د "آسیای صغیر" له سیمې څخه چه کله‬
‫په وتلو شو نو سکندر ته احوال راورسید چه "دریم‬
‫داریوش له لوی پوځ سره په خپله د جنګ قومانده په الس‬
‫کې آخیستې ده‪ .‬بالخره سکندر له دریم داریوش سره‬
‫مخامخ شو چه پوځ ئې پنځه ځله له یوناني پوځ څخه‬
‫زیات وو‪ .‬مګر د سختې جګړې د هغې ورځې په پای کې‪،‬‬
‫دریم داریوش وتښتید او خپله ښځه‪ ،‬خپله مور‪ ،‬اوالدونه او‬
‫کنیزې ئې د یونان د پوځ الس ته ورغلې چه سکندر په‬
‫احترام هرکلی کړې او د داریوش مور ئې ونازوله او ډاډ‬
‫ئې ورکړ چه داریوش ژوندی دی‪.‬‬
‫د داریوش ښځه "ستاتیریا" نومیدله چه په ټوله دنیا‬
‫کې په ښکلې ښځې یاده شوې وه‪ ،‬خو داریوش د جنګ په‬
‫‪144 of 1205‬‬

‫میدان کې پری ایښې وه‪ .‬او چه وروسته د سورئي‪،‬‬


‫فلسطین او د مصر له نیولو یو ځل بیا د داریوش په‬
‫مشرۍ د ایران لښکرو د دجلې د سین په غاړه د جنګ‬
‫صف آرائی کړې وه‪ ،‬ویل کیږي چه د مازدیګري ملر ته د‬
‫‪ ۴۰۰۰۰۰‬ایراني پیاده او خصوصا َ سوارکارو زغرې‬
‫هومره ځلیدلې چه د ستر سکندر ځینو جنراالنو په زړونو‬
‫کې ډار واچاوو‪ .‬د دومره ډیر پوځ د مخامخ ماتولو په هکله‬
‫او د مخامخ جنګ په ځای چه کله د شپې د ستر سکندر‬
‫په خیمه کې خبره یاده شوله‪ ،‬نو د جنراالنو نظر داوو چه‬
‫باید موږ د شپې له مخې هره شپه پدغه پوځ د وړو او تیتو‬
‫حملو پالن وسنجوو‪ .‬مګر د جنراالنو لداسې مشورو‪،‬‬
‫پالنونو او خبرو ډیر وروسته ځوان سکندر وویل چه‪:‬‬
‫”زه نه یم راغلی چه په شپه لکه غل د داریوش د‬
‫امپراطورۍ تاج غال کړم‪ .‬بلکه راغلی یم چه په باربارو‬
‫باندې د هیلن د پوځ کامیابي د ورځې په رڼا کې پخپله‬
‫ملر هم شاهد شي“‪ .‬او هماغسې هم شول‪ ،‬داریوش یو‬
‫ځل بیا وتښتیده او موفق شو چه ځانته نجات ورکړي‪ ،‬نور‬
‫هر څه معلوم شوي وو‪ .‬د "شوش" او د "بابل" د ښار‬
‫‪145 of 1205‬‬

‫ورونه د ستر سکندر په مخ خالص شوي وو او د دنیا د‬


‫لوئې ترینې امپراطوري پایتخت "پرسي پولیس" چه په‬
‫هغې زمانې کې "د ملر الندې جوړو شوو ټولو ښارونو څخه‬
‫په ثروت غني ترین ښار" یادیده له خپل ټول ثروت سره‬
‫دادی چه د سکندر په الس کې وو‪.‬‬
‫مګر د "پرسي پولیس" له نیولو څخه مست شوو‬
‫یوناني پوځ په منځ کې په هغې شپې چه ایراني شراب له‬
‫حده زیات وڅیکل شول‪ ،‬یوه یونانی ښځه چه "تایس"‬
‫نومیدله پاڅیدله د آتن د "آکروپولیس" د ړنګولو په تیر‬
‫تاریخ ودریدله چه څرنګه د "سرخس نومي ایراني پاچا د‬
‫بار بار پوځ په وسیله زموږ معبد ړنګ کړل شو‪ .‬ای‬
‫یونانیانو! دا بار بار پوځ زموږ هیواد ته زما او ستا د آتن‬
‫او زما او ستا د یونان ورانولو ته راغلي همدا بار بار‬
‫ایرانیان وو چه دا ئې پایتخت وو‪ ،‬کوم چه په قصرونو کې‬
‫ئې دا اوس موږ او تاسې د خپلې کامیابي په خوښۍ‬
‫شراب څیکو! هره خوا شراب توئی کړۍ! اور ورواچوئ!‬
‫ملبې ترې جګې کړئ! او خپل انتقام واخل”…“‪.‬‬
‫‪146 of 1205‬‬

‫پوځ چه له ډیرو شرابو نیمه بیهوشه شوي وو‪ .‬نو ئې‬


‫قصر ته اور واچاوو‪ ،‬کله چه ملبې خورې شولې‪ ،‬نو سکندر‬
‫ډیر ژر د خپل پوځ د بیمورده احساساتو په خراب عاقبت‬
‫په هوش راغی‪ ،‬ډیر ژر ئې د ملبو د وژلو امر ورکړ‪ ،‬خو‬
‫قصر ال وخته ډیر سوزیدلی وو‪.‬‬
‫وروسته له هغه سکندر له خپلې یوې وړې سوار کاره‬
‫ډلې سره د دریم داریوش په پیدا کولو او نیولو پسې شو‪.‬‬
‫د تعقیب یو مطلب دا هم وو چه داریوش خبر کړي چه مور‬
‫او ښځه او اوالد ئې ژوندي دي او په ډیر احترام ساتل‬
‫کیږي‪ .‬چه که آرزو ولري د ده دا آمانت به وروسپاري‪.‬‬
‫تعقیب دولس ورځې دوام وکړ‪ .‬موسم منی وو او هره‬
‫خوا سپیرې غونډۍ او خاموشه غم وهلې فضا پرته وه‪.‬‬
‫کرار کرار د سکندر همکاران پدې سوچ شوي وو چه له‬
‫پوځ څخه زیات لیرې شوي یو او پدې تنها او نامعلومه‬
‫الرو به ئې چیرته پیدا کړو؟ مګر په دولسمه ورځ د مني په‬
‫یخ وختی سهار چه وریځې په آسمان کې تورې تورې او‬
‫سړې سړې خپرې وې لیرې یوه توره نقطه ولیدل شوله چه‬
‫له هماغه ځایه د یو سپي کولې غوږ ته راتللې‪ .‬دوی د‬
‫‪147 of 1205‬‬

‫آسونو جلو پریښود کله چه ورنژدې شول دا د‬


‫هخامنشیانو د لوئې امپراطورۍ هماغه آخرینی امپراطور‬
‫دریم داریوش وو‪ .‬تکی تنها وو‪ ،‬یواځې ئې وفادار سپي په‬
‫سر د غم کولې ویستلې‪ .‬خپلو نژدې جنراالنو په خنجر‬
‫وهلی وو او ترې تللي وو‪ .‬او سکندر په کال ‪ ۳۲۸‬ق م د‬
‫ټول ایران د امپراطورۍ څښنت شوی وو‪.‬‬
‫سکندر په مصر کې د یو ښکلي ښار د جوړولو په‬
‫منظور له خپلو معمارانو او مهندسینو څخه نقشه او پالن‬
‫وغوښت او بیا په هغه ځای کې چه د "رود نیل" اوبه په‬
‫مدیترانه کې تویږي په نقشې او پالن عملي کار پیل شو‪.‬‬
‫دلچسپه داده چه د ثروت په ویش کې به سکندر خپله برخه‬
‫د سکندرئي د ښار جوړونکو ته آستوله چه بیا له همدې‬
‫ښار نه د مصر "سکندریه" جوړه شوله چه تر اوسه په‬
‫همدې نوم یادیږي‪ .‬د هغه وخت د دنیا له ګوټ ګوټ څخه‬
‫به د زدکړې او هم د علمي او فلسفي څیړنو لپاره مینه وال‬
‫دې ښار ته راتلل‪ .‬ددې ښار او د علم لپاره علمي‬
‫عمارتونه‪ ،‬باغونه‪ ،‬حوضونه‪ ،‬د شاګردانو لپاره اطاقونه او‬
‫کتاب خانو‪ ،‬تفریح ځایونو د هغې زمانې په نړۍ کې یو‬
‫‪148 of 1205‬‬

‫داسې شهرت پیدا کړی وو او ډیر علمي تحقیقاتي آثار‬


‫پکې راټول شوي وو‪.‬‬

‫چه کله د عرب د اسالم متجاوزینو د دې ښار د ثروت او‬


‫ښکال آوازې واوریدلې‪ ،‬نو په ډیره بیړه او تلوار یې په یو‬
‫او بل د جهاد زیری وکړ‪ .‬تورې په الس له آسانو او‬
‫اوښانو سره د اهلل اکبر په نارو راووتل‪ ،‬چه ځانو ته ئې د‬
‫خدای لښکرې ویلې‪ ،‬نو د سکندریې ښار ته ورسیدل‪.‬‬
‫دوی د علمي آکاډمي په لیدلو حیران پاته شول‪ .‬او کله ئې‬
‫چه د چور او غال سترګې د یو ځانګړي مرمرین تعمیر په‬
‫لوئې کتابخانې ولګیدلې چه پکې تقریبا َ "‪ ۷۰۰۰۰۰‬رول"‬
‫اکثرا َ په سپینو زرو کې محافظه شوي کتابونه وو‪ .‬نو تر‬
‫خپلو منځو د خوشالي په چیغو شول‪ .‬د کتاب خانې د‬
‫کتابو د ساتونکو له خوا دوی ته زارۍ کیدلې چه سپین زر‬
‫د دوی وي‪ ،‬مګر چه دغو کتابونو ته اور وانچوی‪ .‬ځکه چه‬
‫د کتابونو د سوزولو لپاره ئې له یوې خوا چه اور بل کړی‬
‫وو له بلې خوا ئې د حوضونو څنګ ته په جوړو شوو‬
‫مجسمو سترګې لګیدلې وې او په ماتولو ئې په لیونیو غوټو‬
‫‪149 of 1205‬‬

‫وهلو برید کړی وو‪ .‬بالخره د عربو د اسالم قوماندان چه‬


‫”امر“ نومیده د کتابتون له یولسو نفرو څارنکو پوښتنه‬
‫وکړه چه "دا کتابونه چا لیکلی دي؟“‪ .‬یو سپین ږیري‬
‫ځواب ورکړ چه "دا د ډیرو پیړیو د زیار او څیړنو‬
‫مشترک پاته میراث او د علم آمانت دي“‪.‬‬
‫امر په قهر ورته وویل چه‪" :‬که دا کتابونه د خدای د‬
‫کتاب په ضد وي نو باید ټول وسوزول شي‪ ،‬او که د خدای‬
‫د مقدس کتاب "قرآن" په ضد نه وي‪ ،‬نو بیا ئې هم باید‬
‫مونږ وسوزوو‪ ،‬ځکه چه کله مونږ د خدای کتاب ولرو نو بیا‬
‫د بندګانو کتابونو ته ضرورت نشته …"‪ .‬او ټول ئې په اور‬
‫کې واچول او د کتابونو د سوزولو دا لوی بشري او‬
‫تاریخي جنایت ئې تر سره کړ‪.‬‬
‫په ړنګ کړل شوو مجسمو کې د ستر سکندر هغه‬
‫مجسمه هم وه چه په مصر کې مشهور یوناني ماهر‬
‫مجسمه ساز "فیدیاس" وروسته له هغه جوړه کړه چه کله‬
‫د مصر خلکو د ایرانیانو له ظلم څخه د خالصون په‬
‫مقصد ستر سکندر هرکلی کړ او د مصر د مشر روحاني‬
‫‪150 of 1205‬‬

‫د عقیدې چپنه ئې هم واغوستله‪ .‬او د مصر روحاني‬


‫انجمن سکندر ته د "زیوس" د زوی لقب او مقام ورکړ‪.‬‬
‫مصر تر هغه وخته د د داریوش له ادارې الندې وو‪.‬‬
‫کله چه د ایران د امپراطوري بنیاد د ملړی موسس ”ستر‬
‫کوروش“ په واکمني کې کیښودل شو او په ملړي ځل ئې‬
‫چه کله د بابل افسانوي ښار فتحه کړ‪ ،‬هغه تاریخي کار‬
‫چه له ستر کوروش څخه راتلونکو پیړیو ته پاته شو هغه دا‬
‫وو چه بابل ته راوستل شوي یهودي اسیرانو ته ئې نجات‬
‫ورکړ‪ .‬او هم ئې تر "اورشلیم" پورې د بیرته ستنیدلو او د‬
‫اورشلیم د بیا آبادولو ټول مصرف یهودانو ته په همدردی‬
‫او همکاري ورکړ‪.‬‬
‫او بیا وروسته وروسته د ایران د هخامنشي قام‬
‫واکمنانو ظلم ته تمایل ښکاره شو‪.‬‬
‫او کله چه ستر سکندر په ناڅاپي توګه په بابل کې‬
‫سترګې له ژونده پټې کړلې "‪ ۳۲۳‬ق م" او د هغه وخت د‬
‫دنیا د "جهاني کیدو" آرمان ئې پاته شو‪ ،‬نو له یونان څخه‬
‫بیا تر هند پورې د فتحه شوې دغې لوئې دنیا او هیوادونو‬
‫سیاسي مقدرات هم په شمول د نني افغانستان بدل شول‬
‫‪151 of 1205‬‬

‫او خپل نوي شکلونه ئې ونیول‪ .‬له مشهورو جنراالنو څخه‬


‫ئې "بطلیموس" یا "پتومله فالدلف" د مصر واکمن شو او‬
‫بل جنرال ئې "انتیکوس" ته د سورئي او شاوخوا هیوادونو‬
‫واکمني ورسیدله او سلوکوس ته د بلخ له ادارې الندې تر‬
‫هنده پورې واکمني پاته شوه‪.‬‬
‫سکندر د "بیاس" سین ته تر رسیدلو‪ ،‬څټ ته خپل‬
‫ډیر عسکر هم پرې ایښي وو چه یو ځای ئې "بلخ" او د‬
‫بلخ له دولتي مرکز الندې نني "د قطغن او بدخشان" ټول‬
‫والیتونه وو چه همدې یوناني واکمني ‪ ۲۵۰‬کاله عمر درلود‪.‬‬
‫او ډیر تاریخي آثار ترې پاته دي‪ ،‬ځینې ښکاره شوي دي‬
‫لکه " آی خانم " چه په یوې لوړې غونډۍ پاس د تاو شوي‬
‫حصار په منځ کې د قصرونو او معبد پاته تاریخی آثار‬
‫دي او د دې غونډی د ښکلې منظرې په بیخ کې د‬
‫”کوکچې“ سین په خپلې توندي سره د آمو په دریا ګډیږي‪.‬‬

‫***‬
‫‪152 of 1205‬‬

‫او ها خوا په هند کې هغه سیاسي حادثې چه وروسته د‬


‫سکندر بابل ته له تلو څخه رامنځ ته شولې‪ ،‬یو د‬
‫”چندراګوپتا" کامیابي وه‪ .‬چه خپل واکمن "نان دا" ئې‬
‫لیرې کړ او د خپل قام او فامیل "موریا" واکمني بنیاد ئې‬
‫کیښود "کال ‪ ۳۲۲‬ق م"‪ .‬برهمانیست چندراګوپتا دا‬
‫کامیابي د ځینو براهمانیستو رهبرانو په همکاري تر السه‬
‫کړه چه د مشهور براهمان "چاناکا" نوم په ماخذونو کې‬
‫پاته دی‪.‬‬
‫چندراګوپتا د هند په تاریخ کې د یو ځالنده مغز او‬
‫واکمن په صفت په ملړي ځل د ټول هند سیاسي او دولتي‬
‫چارې په واحد مرکز "پتنا" وتړلې‪ .‬او په کال ‪ ۳۰۵‬ق م چه‬
‫کله د بلخ یوناني واکمن "سلوکوس" د هند په لور پوځ‬
‫وویست او کله چه د آباسین "اندوس" د اوبو ساحل ته‬
‫ورسید‪ ،‬نو چندراګوپتا یو لوی د سولې هئیت دسوغاتونو‬
‫او فیالنو "سلوکوس" ته پدې پیام واستاوو چه‪" :‬سوله له‬
‫جنګ نه ښه ده‪ .‬سوله دوستي او دوستي محبت لري‪ ،‬چه‬
‫ژوند ښکلی کوي‪ .‬زه همدا پیام د ژوند له خپلې خولې‬
‫درآستوم …“‪ .‬سلوکوس پدې خبرې زیات له تاثیر الندې‬
‫‪153 of 1205‬‬

‫راغلی وو او مالقات ئې وغوښت‪ .‬ملړی ئې له چندراګوپتا‬


‫نه بښنه وغوښتله او بیا ئې د ژوند له خواږه پند څخه چه د‬
‫براهمانیزم د عقیدې یوه برخه وه څو براهمان هم وغوښتل‬
‫او خپله لور ئې زوی ته ورکړه چه بیا لدې واده څخه د‬
‫چندراګوپتا "ستر آشوکا" وزیږید‪ .‬او هم چندراګوپتا په‬
‫خپل دولتي دربار کې د یوناني سفیر "میګاسنت" ته لوړ‬
‫ځای ورکړ چه له "میګاسنت" یوناني سفیر څخه د هغو‬
‫زمانو زیات با آرزشه یادونه او یاداشتونه پاته دي‪.‬‬
‫هماغه وو چه "سلوکوس" په کال ‪ ۳۰۵‬ق م د‬
‫چندراګوپتا د دلیلونو له مخې ټولې هغه سیمې چه د‬
‫هندوکش د غره جنوب کې وې د نوموړي واک ته‬
‫پریښودلې‪ .‬چه پدې توګه په ملړي ځل د برهمانیزم د روحي‬
‫تکامل د افکارو وړنګې د نني افغانستان ځینو سیمو ته‬
‫راواووښتلې چه مهمترین ځای ئې "سجاوڼ" وو‪.‬‬
‫مګر مخکې له برهمانیزم څخه د آریائي قام سره‬
‫راغلي د "ویدا" د سرودونو ځای په هغه وخت کې چه دا‬
‫قام په زراعت ال نپوهیده او یواځې مالداره وو‪" ،‬کابل او‬
‫پنجاب" وو‪ .‬پیسې پدې وخت کې رواج نه وې‪ .‬چا به چه‬
‫‪154 of 1205‬‬

‫قصدا َ بل څوک وژلی وو نو تاوان ئې ‪ ۱۰۰‬غواې وې‪ .‬پدې‬


‫زمانه کې چه دوی شپانه وو‪ ،‬مالداري ئې اکثرا َ آسونه او‬
‫غوائي وو‪ .‬او هم د ژوند د دې تاریخي مرحلې په ویداګانو‬
‫کې د "ځمري" له نوم څخه هم ډیر یاد شوی دی‪ .‬بیا‬
‫آریایانو ملړی تخم چه په ځمکه وکاره "یاوا" نومیده چه‬
‫اوربشې ته نژدې ښکاري او یا ممکن اوربشه به وه‪.‬‬
‫د ویدا سرودونه هغوی ته چه براهمان یادیدل یا به‬
‫ئې "ریشي" نومول د دوی په عقیدې د "براهما" معبود له‬
‫خوا الهام کیدل‪ .‬د ویدا تاریخ ‪ ۵۰۰۰‬تر ‪ ۳۰۰۰‬کاله مخکې‬
‫له میالده ښودل شوی دی‪ ،‬چه دوه برخې ئې درلودلې‪:‬‬
‫یوه‪ :‬د عبادت برخه‪ ،‬دوهم‪ :‬د ُدعا برخه‪ .‬او هغه معبودونه‬
‫چه په همدې ملړنیو ویداګانو کې مشهور وو نومونه ئې لکه‬
‫آګني او سوما وو‪.‬‬
‫آګني؛ عموما َ د اور وړنګې وې‪ .‬خو د ملر او د بریښنا او‬
‫تلندې وړنګې او په تلنده کې نغښتې اور او رڼا هم په‬
‫آګني کې حسابیدلې‪ .‬دغو وړنګو او اور دنیا او ژوند ته‬
‫دوام او بقا ورکوله‪ .‬او هم ئې بوټي او حیوانات هست کول‬
‫او ډیرول‪.‬‬
‫‪155 of 1205‬‬

‫سوما؛ همدغه د بقا وظیفه درلودله‪ .‬او دا له یو خاص‬


‫بوټي څخه په تخمر وتلی مشروب یا شراب وو‪ ،‬چه د ویدا‬
‫راهبانو او شاعرانو ته به ئې د الهام په ورکولو یو خاص‬
‫وجد باښه‪.‬‬
‫او د ویدا دوه نور مهم معبود هم موجود وو چه‪:‬‬
‫یو‪" :‬اندرا" معبود وو‪،‬‬
‫دوهم‪ :‬د "وارونا" معبود وو‪.‬‬
‫اندرا‪ :‬د دنیا په سر له هر رنګه بدیو سره او له ټولو‬
‫شیطانانو او شیطاني بدو اعمالو سره او د هغه شخص‬
‫یا د هغه قام له دښمنانو سره همدغه معبود اندرا مبارزه‬
‫کوله‪.‬‬
‫د وارونا معبود‪ :‬د آسمانونو او د اجتماعي نظام د نظم‬
‫څارونکی معبود وو او روحا َ پاکتریني او لوړې ترینې‬
‫دعاګانې به هم همدې معبود ته ورتللې او منلې‪ .‬چه بیا د‬
‫دغو قدیمترینو معبدونو تر څنګ په راتلونکو وختو کې دوه‬
‫نور پخواني معبودونه هم په هند کې حساب شول چه یو‬
‫”ویشنو“ وو او دوهم شیوا" وو‪.‬‬
‫‪156 of 1205‬‬

‫مګر په عموم سره د ویدا پراخه سرودونه د طبعیت د‬


‫مختلفو جلوو او مظاهرو په وړاندې یو شعري الهام او د‬
‫احترام ښودلو ارتباط درلود‪ .‬ځکه چه د دې زمانې آریائی‬
‫قام د المحدوده کائیناتو په وړاندې د حیرانتیا تر څنګ د‬
‫پوښتنو‪ ،‬او د معلومو او مجهولو په هکله د ژور سپاس‬
‫احساس هم ښکاره کول‪ .‬که هغه ملر وو‪ ،‬که ورځ وه‪ ،‬که‬
‫شپه وه‪ ،‬که باد او باران وو‪ ،‬که اور وو‪ ،‬که یا خوب وو او‬
‫هر هغه څه چه په طبعیت او په ژوند مربوط وو دوی به په‬
‫سرود او شعرونو کې داخل کول‪.‬‬
‫‪ ۵۰۰۰‬کاله مخکې له میالده یو شی چه د هغو زمانو‬
‫له ویداګانو پوره معلومیږي د اور پیژندل دي‪ .‬دوهم د ”یاما‬
‫یا جمشید" پاچا نوم دی‪ .‬دا نوم د آریائی قام د مرګ په‬
‫موضوع کې ښکاري‪ .‬پدې مانا چه د دوی عقیده وروسته‬
‫له مرګ څخه د دریو حاالتو بیان دی چه‪:‬‬
‫یا به د ملړني مړه شوي "انسان" ‪ -‬یاما ‪ -‬خوا ته په هغې‬
‫بلې دنیا کې ورځي‪ ،‬یا به له اوبو سره یو ځای کیږي‪ ،‬یا‬
‫به له نباتاتو سره ګډیږي‪.‬‬
‫‪157 of 1205‬‬

‫البته چه په هغو زمانو کې مړي سوزول کیدل او ایرې ئې‬


‫له خاورو الندې خښولې‪.‬‬
‫بالخره زمانې تیریدلې‪ ،‬د زمانو له نوو شرطونو سره‬
‫آخرینۍ ویداګانو هم تغیر وخوړ‪ .‬خصوصا َ چه کله ژوند د‬
‫"ګنګا" د رود په شاوخوا حاصل خیزو ځمکو کې د زراعت‬
‫شکل ونیوو‪ ،‬د آبیاري سیستمونه ایجاد شول‪ ،‬د "‪۱۲‬‬
‫غواییو" په وسیله د ځمکې کولبه کول‪ ،‬او د وریجو او د‬
‫نخود او د لوبیا د تخمونو کرل رواج شول‪ .‬کرار کرار پدې‬
‫وخت کې د پیسو په وسیله معاملې هم ولیدل شولې‪ ،‬نو‬
‫وروسته له مرګه د مړه شوي شخص په هکله نوي افکار‬
‫هم خپاره شول‪ .‬چه خصوصا َ یا به "اندرا" ته چه په‬
‫آسمان کې وو ورتلل‪ ،‬چه البته هغه سړی به یو نیک سړی‬
‫وو او که به بد وو نو زیات عذابونه به ئې تیرول‪ .‬او کرار‬
‫کرار چه پدې وخت کې د "تناسخ" عقیده له ویدا سره هم‬
‫ګډه شوې وه چه تناسخ د روح دوباره دنیا ته د راتلو‬
‫عقیده وه‪.‬‬
‫پدې توګه کرار کرار د براهمانیزم د عقیدې او افکارو‬
‫میدان ته په راتلو سره د ویدا هم د سرودونو ځای‬
‫‪158 of 1205‬‬

‫براهمانیزم ونیوو او هم د ویدا ځینې معبودان په‬


‫براهمانیزم کې م ُدغم شول‪ .‬او یا ئې نومونه بدل شول‪،‬‬
‫مګر په اصل کې یو شی وو‪.‬‬
‫د براهمانیزم متفکرینو د ویدا سرودونه له دو جهتونو‬
‫څخه مطالعه کول‪ .‬یو د "کار" او بل د "پوهې" اړخ‪ .‬دوی‬
‫ویل چه دا دوهم اړخ مهم اړخ دی چه په خپلو تحریري‬
‫زیرمو "اوپانیشاد" کې پدې دوهم اړخ دریدل‪.‬‬
‫د "ویدا" د "کار برخې" انسان ته د څرنګه سعادت او‬
‫خوشبختي ته د رسیدلو الرې ورښئي‪ ،‬مګر د ویدا د‬
‫”پوهې“ برخه انسان ته هم فیض او برکت او هم نجات په‬
‫نصیب کوي‪.‬‬
‫د براهمانیزم د عقیدې دوه پخواني معبودونه "شیوا"‬
‫او "ویشنو" دي چه خصوصا َ د "موهینجودارو" په دننه‬
‫ښار کې د خپلې زمانې د اوسیدونکو له خوا د "شیوا" د‬
‫معبود مجسمه جوړه شوې وه چه خلکو ئې په زرهاوو‬
‫کلونو عبادت کاوو‪ ،‬چه په خپلو عابدانو زیات ګران وو‪ .‬د‬
‫همدې معبود نوم د ویدا په سرودونو کې "رودرا" ذکر‬
‫شوی‪ .‬او ویل کیږي چه د ویدا د "آګني" معبود هم همدا د‬
‫‪159 of 1205‬‬

‫"شیوا" معبود دی چه ویل کیدل په یو لیرې شمالي غره‬


‫کې اوسیږي‪.‬‬
‫بل مهم معبود "کریشنا" دی‪ .‬دا معبود هم قهرمان‬
‫دی‪ ،‬هم رهنما دی او هم دانشمند دی‪" .‬میګاسنت" لیکي‬
‫چه د "ګنګا" د سین په لویه سیمه کې هغه معبود چه ډیر‬
‫اخالصمندان لري همدا "کریشنا" دی چه د یونانیانو د‬
‫”هرکیول“ ځای نیسي‪ .‬او په هند کې د "مهابهاراتا" د‬
‫داستان قهرمان همدا کرشنا دی چه همیشه د تور رنګ په‬
‫جامو کې ښکاره شوی دی او د کریشنا لغوی مانا هم‬
‫”تور“ دی‪ .‬د "مهابهاراتا" داستان یا حماسه ‪۲۰۰۰۰۰‬‬
‫بیتونه لري‪.‬‬
‫اصالَ د "شیوا" معبود د ویدا د سرودونو د سینې‬
‫معبود دی‪ .‬او هم ”شیوا“ او "ویشنو" دواړه د "هندویزم =‬
‫براهمانیزم" له خوا له "رودرا" او "ویشنو" له "کریشنا"‬
‫سره په یوه نوم مدغم شوي دي‪ .‬مانا دا چه "ویشنو او‬
‫کریشنا" یو شی دي‪ .‬او براهمانیستان دا دلیل راولي چه‪:‬‬
‫کله چه "اواتار" یو حقیقت دی‪ ،‬نو معبود "ویشنو" کله‬
‫نا کله د بدانو او بدیوو د ورک کولو په مقصد او انسانانو‬
‫‪160 of 1205‬‬

‫ته د سمې الرې د ښودلو او له ګمراهیو څخه د انسانانو د‬


‫خالصولو په منظور د انسان په قیافه کې دنیا ته راځي‪.‬‬
‫نو "ویشنو" یو ځل د "اواتار" د قانون له مخې دنیا ته د‬
‫”کریشنا“ په قیافه کې راغی‪.‬‬
‫او بیا هم همدا "ویشنو" معبود وو چه په بل ځل د‬
‫”راما“ په قیافه کې وزیږید او "راما" د هند د "رامایانا" د‬
‫داستان یا حماسې قهرمان دی‪ .‬رامایانا ‪ ۴۸۰۰۰‬بیتونو‬
‫څخه جوړ شوی دی‪ .‬او د هند ځینې خلک عقیده لري چه‬
‫”مهاتما ګاندی“ هم هماغه معبود ویشنو دی چه د ”ګاندي‬
‫جي“ په قیافه کې ظاهر شو‪ .‬او "بودا" هم د همدې معبود‬
‫څهره ده یا یو "اواتار" دی‪ .‬اواتار یا بیا زیږیدنه‬
‫په براهمانیزم کې بیا یو بل ګام واخست چه په "تری‬
‫موتري" یادیږي‪ .‬چه په هر څه باندې لوړ د درۍ ګوني‬
‫اتحاد مانا لري‪.‬‬
‫‪ ۰۱‬براهما = هست کونکی‬
‫‪ ۰۲‬ویشنو= کریشنا = ساتونکی‬
‫‪ ۰۳‬شیوا = ورک کونکی او مغلوبونکی‪.‬‬
‫دا درې ګونی اتحاد ‪ A. U. M.‬حرفونوافاده کیږي چه‬
‫‪161 of 1205‬‬

‫په ”اُم“ لوستل کیږي‪ ،‬چه هندوانو مقدس دی اد ددوی په‬


‫مذهبي مراسمو کې ویل کیږي‪.‬‬

‫کابل کې د "شیوا" د پیروانو معبد ځایونه په‬


‫"شیوکیو" نومي ځای هم کې وو چه دا سیمه ال تر ننه هم‬
‫په ”شیوا کیو“ یادیږي‪ .‬او بیا چه کله د براهمانیست‬
‫"چندرا ګوپتا" ملسی چه بودیزم ومانه او یو متعقد بودیست‬
‫وو‪ ،‬نو د هغه په زمانې کې د افغانستان ننی خاورې ته‬
‫خصوصا َ د هندوکش د غره جنوب ته پرتې سیمې ګام په‬
‫ګام د بودیزم د اخالصمندانو له معبد ځایونو ډک شو‪ .‬او‬
‫په کابل کې هم د لوګر د سین د مسیر په اوږدو کې د‬
‫بودیزم د اخالقي ارشاداتو ترنم کیده‪ ،‬او یوه سیمه په "بت‬
‫خاک" ال نن هم یادیږي‪ ،‬چه د بودا اکثره مجسمو کې لدې‬
‫سیمې او خاورې څخه به ئې په تبرک استفاده کوله‪.‬‬
‫او کله چه د عربو د اسالم لښکرو د کابل خلک‬
‫ووژل او پاته ژوندي له کابل څخه ووتل او معبدونه ئې چور‬
‫او بیا ړنګ کړل‪ ،‬مګر د عربو د لښکرو له دوو میاشتو تم‬
‫کیدو وروسته چه کله له کابل څخه ووتل‪ ،‬هغه ملړني عابدان‬
‫چه بیرته کابل ته راستانه شول او خپل ړنګ کړل شوي‬
‫‪162 of 1205‬‬

‫معبدونه ئې دوباره جوړ کړل د "شیوا" پیروان وو‪ ،‬چه د‬


‫چندراګوپتا په واکمني دوره کې کابل د هغوی د عبادت‬
‫ځای شو‪.‬‬
‫دلچسپه داده چه د عربو تر تجاوزونو پورې او له ‪۳۲۰‬‬
‫ق م د بلخ د یوناني قام واکمني څخه بیا ورپسې د‬
‫ساکانو په راتلو او د کوشانیانو د اوږدې زمانې په‬
‫حکمراني موده کې کابل تل او همیشه یو "عبادت ځای"‬
‫پاته شو‪ .‬نه چه له کابل نه کوم سیاسي مرکز جوړ شوی‬
‫وي‪ .‬په بودیزم کې په عموم سره دوې طریقې وې چه یوه‬
‫”لویه الره“ وه او دوهم ”وړه الره“‪ .‬خو د کابل فرق د‬
‫کاپیسا د عبادت ځایونو د رهبري په تشکیل کې وو‪ ,‬چه‬
‫کاپیسا د ”لوئې الرې“ د طریقې روحاني مشرانو د بودیزم‬
‫د تعلیم او رهنمائي وظیفې په غاړه درلودلې‪ ،‬چه ئې نورو‬
‫نژدې او لیرې سیمو او هیوادونو ته د "چین" په شمول‬
‫خپل مبلغین آستول او هم ئې هغه هنرمندان آستول چه په‬
‫هغو ځایونو کې د بودا مجسمې هم جوړیکړي‪ .‬مګر کابل‬
‫کې عموما َ د بودا د پیروانو الره "وړه الره" وه‪ ،‬پدې مانا‬
‫چه نورو ته د تبلیغ په ځای د خپل روح په تمرکز مشغول‬
‫‪163 of 1205‬‬

‫په عبادت وو چه د خپل روح دننه د اخالقي دیسپلین هدف‬


‫د دوی د عبادت هدف وو‪.‬‬
‫د کاپیسا د روحانیونو الس تر بامیانو هم ورسید او‬
‫هلته ئې یو معظم مرکزي تشکیل او جوړ کړ چه د خپل‬
‫وخت د عبودیت یو تل پاته یادګار او د تفکر د روحي‬
‫تمرکز د پیروي یوه لویه روحاني د درسځای مقام ونیوو‪.‬‬
‫ورسره په سلهاوو پیروان پکې هستوګن هم شول چه‬
‫بالخره د ‪ ۵۳‬او ‪ ۳۵‬متري د بودا مجسمو شاوخوا د غره‬
‫په دننه کې د عبادت ځایونو شمیر زیات شو او د ‪ ۵۳‬او‬
‫‪ ۳۵‬متري مجسمو مخامخ دا ټوله سیمه ال زیاته د بودا په‬
‫مجسمو او معبد ځایونو په لوی تشکیل بدله شوله‪ ،‬چه‬
‫بالخره بودیستانو ته د حج په مرکز واووښت‪.‬‬
‫مګر د کابل بودیستانو د لوګر په لور د معبد ځایونو‬
‫په جوړولو ګامونه اوچت کړل چه هدف د بل حج ځای ته‬
‫ځان رسول وو‪ .‬او هغه مهم معبد ځای "سجاوڼ" وو چه‬
‫کابل او سجاوڼ سره وتړل شول‪ .‬څومره چه د بودا د‬
‫”انسان د دننه“ جهان د اخالقي تکامل او دیسپلین په‬
‫مطلب غږ د مبلغینو په وسیله تر فلسطین‪ ،‬سورئې او د‬
‫‪164 of 1205‬‬

‫یونان د ولکې زیاتو سیمو ته ورسید‪ ،‬ورسره له کابل نه تر‬


‫ننګرهاره پورې الره او هم د ننګرهار پراخه سیمه ګام په‬
‫ګام په معبدونو ډکه شوله‪.‬‬
‫دا هغه لوئې سیمې وې چه د هندي واکمن آشوکا له‬
‫نظارت الندې وې چه په ملړي ځل د آشوکا لس ستوپې په‬
‫سجاوڼ کې جوړیشولې او تر سلو معبدونه پکې وو چه‬
‫لسګونه راهبان ئې په عبادت او د معبد ځایونو په ساتنې‬
‫مشغول ساتلي وو‪ .‬چه د شیوا پیروان هم پکې وو او د‬
‫”سونا غر“ د "میترا" د ملر د الهې په وړاندې سرودونه هم‬
‫زمزمه کیدل‪.‬‬
‫او په وروسته پیړیو کې له سجاوڼ سره ځینې نور‬
‫مرکزونه هم وتړل شو چه دا الس د پکتیا له زرمل نومي‬
‫سیمې څخه ملړی "خروار" ته را اوږد شو او بیا کوز له‬
‫خروار څخه د "څرخ" په نوم شادابه درې سره وتړل شو او‬
‫بل الس ئې له "زنه خان" نومي ځای څخه غزني ته تیر‬
‫شو او د "وردګو" له سیمې بیرته کابل ته راورسید‪ .‬چه‬
‫بالخره دا له عبادت ځایونو ډک وطن ته په هماغو زمانو‬
‫کې ورکړل شوي دوه نومونه ال نن هم په تاریخي او تحت‬
‫‪165 of 1205‬‬

‫شعوري توګه په "خاک پاک" او دوهم نوم چه ال نن هم په‬


‫ځینو سندرو کې تکراریږي هغه "دا د ولیانو وطن"‬
‫تکراریږي‪ .‬او واقعا َ چه کابل دا د عبادت ځای روحاني‬
‫مرکز لور تر لوره د شرق په لور د جنوب په لور ‪ ،‬شمال د‬
‫هندوکش د غره جنوبي ملنې‪ ،‬د غرب په لور تر بامیانو‪،‬‬
‫هاخوا تر غزني او زابل پورې د روحانیونو او پاک نفسو‬
‫ځای وو‪.‬‬
‫او یو ډیر مهم تاریخي مطلب چه دردناکه موضوع ده‬
‫هغه داده چه د عرب جنایت کار اسالم نه یواځې چه د‬
‫کابل او کابلستان له خلکو سره او د خلکو له س‪ ،‬مال‬
‫کورونو او عقیدو سره په وژلو‪ ،‬په غال او په ړنګولو بشري‬
‫ضد نارحمه لوبې وکړې‪ ،‬چه دا معبدونه یې ملړی چور او‬
‫بیا ټول وران کړل او په ځای یې جماتونه جوړ کړل‪ .‬یا‬
‫هماغو ځایونو ته یې عربي نومونه ورکړل او په زیارتونو‬
‫یې بدل کړل‪ ،‬بلکه دوی د مغلوب شوو خلکو څخه په‬
‫سلګونه ځوانې ښخې او تنکي هلکان د خپل شهوت په‬
‫خاطر او د غالمانو او کنیزانو د خرڅالو بازار ته یووړل‪.‬‬
‫دا زموږ په تاریخ او د خاورې په سینه کې پاته یو ژور‬
‫زخم دی چه د عرب اسالم راورساوو‪ .‬او هر تاریخي معبد‬
‫‪166 of 1205‬‬

‫نن په افغانستان کې د اسالم په "مبارک زیارت" یادیږي‪.‬‬


‫د کابل جالل آباد په الره له "سرکونډو بابا" څخه نیولې د‬
‫ننګرهار تر "میاولي بابا" پورې‪ .‬له میاولي بابا نیولې تر‬
‫زرمل "روحاني بابا" پورې‪ .‬مال ګادی بابا‪ ،‬شاه ګلفت بابا‬
‫او تواني ګګر بابا او دا یو لوی لست لري‪ .‬خصوصا َ چه د‬
‫دغو پخوانیو تاریخي معبدونو نني د "زیارت" نومونه د‬
‫طالبانو د اقتدار په موده کې "‪ "۲۰۰۱ - ۱۹۹۶‬چه کله د‬
‫افغانستان د خاورې او عزت واک عربي تیروریستانو ته‬
‫وسپارل شو‪ ،‬دا حقیقت معلوم شو چه عربو زموږ تیر‬
‫تاریخ پوره پیژاند او خصوصا َ د عربو د اسالم د‬
‫”تحریفولو“ او د منافقت په ژورو اړخونو پوره خبر وو‪ .‬ځکه‬
‫چه یو متشکل "مافیا" ګروپ ډیر زیارتونه د شپې په تیارو‬
‫کې لوڅ کړل او د تاریخي آثارو قاچاق په سرتاسر د‬
‫افغانستان کې ال اوس هم د مجاهدینو د قوماندانانو له‬
‫خوا د مخدره موادو او د اطفالو له قاچاق سره یو ځای‬
‫دوام لري‪.‬‬
‫دا پخواني لوی معبدونه او تاریخي یادګارونه چه د‬
‫اسالم په "زیارتونو" ئې نومونه بدل او تحریف کړل شوي‬
‫‪167 of 1205‬‬

‫دي اکثره دغو زیارتونو ته هغه کسان بوول کیږي چه یا‬


‫لیوني وي او یا هغه مریضان د "پیریانو" په لرلو پیژندل‬
‫شوي وي‪ .‬دا د اسالم د الس د تحریف لوبې دوه دي‪:‬‬
‫‪ .۱‬زیارت‬
‫‪ .۲‬جمات‬
‫له هغو جملو څخه په کابل کې دننه دوه معبدونه په‬
‫دوو جماتونو آوښتي دی‪.‬‬
‫یو‪ :‬د شاه دوشمشیره جمات چه د "براهمانیزم" د پیروانو‬
‫معبد وو‪ ،‬چه د کابل د سین په غاړه آباد شوی وو او نوم‬
‫ئې د سانسګریت په ژبه د "زرین معبد" مانا درلودله‬
‫دوهم‪ :‬د بودیزم د پیروانو لوی معبد وو چه نن د "پل‬
‫خشتي" جمات په نوم یادیږي‪ .‬چه بیا هم د کابل د سین‬
‫په نژدې څنډه آباد شوی وو‪ .‬خاموشي او اوبه د عبادت‬
‫لپاره مساعد دوه عنصره وو چه د روحي تمرکز په لور ئې‬
‫الره مساعدوله‪ .‬ځکه چه هم په براهمانیزم او هم په بودیزم‬
‫کې آخرینی مطلب د "نیروانا" مقام وو چه هلته بیا د بیا‬
‫ژوندي کیدو "روحي اواتار" سلسله ختمیدله‪ .‬مانا دا چه د‬
‫هر انسان د فنا روح د یو بل په هستي کې دوباره زیږیده‪.‬‬
‫‪168 of 1205‬‬

‫وجود فنا کیده مګر روح ئې که بد تیر شوي افعال ئې‬


‫موجود وو نو د جزا لیدلو په خاطر د یو بد حیوان په څهره‬
‫او ژوند کې ئې د مجازات عذاب لید‪ .‬مګر برعکس د هر‬
‫نیک انسان دوباره روحي زیږیدنه ال ښه تر لوړه درجه‬
‫موندله چه تر هغو روح ئې "نیروانا" کې ویلي شي او‬
‫دوباره زیږیدنې له اضطراب څخه بیغمه شي‪ .‬نو د نیک‬
‫پکر په مطلب د روحي دیسپلین اخالقي تربیه چه کله دننه‬
‫په انسان کې د معنوي تکامل خاموشه الره وه نو محیط به‬
‫هم خاموشه ټاکل کیده‪ .‬خصوصا َ چه د هستی مهم عنصر‬
‫اوبه د پاکي بل مطلب وو‪ ،‬چه عبادت ال په سکون او‬
‫آرامش تر سره کیده‪.‬‬
‫په کابل کې هغه معبد چه د کابلشاهانو د تاج پوشي‬
‫مراسم پکې اجرا کیدل مګر نن هغه تاریخي یادګار او د‬
‫عقیدې عبادت ځای کې د عربو د قاتالنو قبرونه جوړ شوي‬
‫دي چه په شهدای صالحین یادیږي‪.‬‬
‫د شاه دو شمشیره په نوم نومول شوی جمات هغه‬
‫وخت جوړ شو چه کله آملاني مهندسینو او معمارانو د‬
‫داراالمان ماڼۍ جوړویکړلې نو بیا د امیر امان اهلل خان‬
‫‪169 of 1205‬‬

‫مور په خپلو شخصي پیسو دا جمات هم د آملاني‬


‫مهندسینو په وسیله جوړ کړ‪ .‬چه د جمات وچپیلی د کلیسا‬
‫شکل لري‪ .‬او د قدر وړ یادګار د "آرتن" پل دی چه د‬
‫داراالمان د ماڼیو مشر معمار ښاغلی "آرتن" له هغو پیسو‬
‫څخه جوړ کړ کوم چه د داراالمان د ماڼۍ په جوړولو کې‬
‫ئې خپل شخصي معاش وو‪ .‬او دا پل ئې د افغانستان‬
‫اوسدیدونکو ته د دوستي په نښه وسپاره‪.‬‬
‫په کابل کې د "شیوا" د طریقې او ملانځنې بل ځای‬
‫نن هغه ځای دی چه نوم ئې بیا هم د اسالم له خوا آړول‬
‫شوی او په "عاشقانو عارفانو" شهرت لري‪ .‬نه یواځې‬
‫زموږ د وطن او د خاورې له تاریخي ځایونو سره خیانت‬
‫شوی دی بلکه ورسره د کابل د آسمائی او د شیردروازې‬
‫په سر جوړوشوو دیوالونو تاریخ هم اسالم تحریف کړ او د‬
‫بدنامولو تبلیغ پسې تر دا نن ورځې پورې جاري ساتل‬
‫شوی دی‪ .‬پدې مانا چه دا دیوالونه د عربو د لښکرو د‬
‫تجاوزونو په مقابل کې د کابل د خلکو د سرومال‪ ،‬کور او‬
‫ناموس د ژوند او آزادي د دفاع په مقصد کابلشاهانو د‬
‫کلونو په اوږدو کې جوړ کړل‪ .‬الکن اسالم تبلیغ وکړ چه دا‬
‫‪170 of 1205‬‬

‫دیوالونه یو ظالم پاچا په خلکو په ظلم او زور جوړ کړل‪ .‬او‬


‫د کابل خلک نن همدا د اسالم د کږې ژبې تبلیغ مني‪ .‬چه‬
‫دا پخپله د مسلمانو افغانانو د "غالمي فرهنګ" په نامردي‬
‫داللت کوي او چه د عربي اسالم جنایتونه ستائی‪ .‬مګر د‬
‫خپلو هغو زمانو د نیکونو بدرد وائي او وائي چه هغوی‬
‫کافران وو‪ .‬او څومره د درد او تاسف ځای دی چه همدا‬
‫افغان مسلمانانو د خپلو نیکونو د دښمنانو او د خپلې‬
‫خاورې په آزادي او عزت او عقیدې د تجاوزکونکو لپاره‬
‫قبرونه او ګومبزې جوړیکړلې او ال نن هم د دغو قاتالنو د‬
‫قبرونو له تیږو ال هم د جنت په خاطر کومک غواړي‪ ،‬الکن‬
‫خپل مدافع نیکونه ئې په خپله خاوره کې تش د سپیرو‬
‫خاور یو قبر او یو تاریخي یادګار هم نلري‪.‬‬
‫که د کابل خاوره ولټول شي ګام په ګام ئې له خاورې‬
‫الندې د انساني پاکې عقیدې له اخالقي روح څخه د‬
‫سرودونو خاموشه غږونه پراته دي‪.‬‬
‫مګر کله چه بیا د دې هیواد اوسیدونکي د اسالم له‬
‫خوا د خپل هیواد او د خپل تاریخ په وړاندې پردي کړل‬
‫شول‪ ،‬بیا دوی د خپل اخالقي شخصیت د استقالل او د‬
‫‪171 of 1205‬‬

‫قضاوت د آزادي له ساتلو څخه هم دننه دننه په خپل ځان‬


‫کې له خپل ځان څخه هم پردي پردي شول‪ .‬دا ځکه چه‬
‫"وجدان" له خیالي "جنت" سره عوض شوی وو‪ .‬چه بیا د‬
‫خپل اخالقي شخصیت لرلو خاوندان نشول‪ .‬هغه د‬
‫قضاوت تله ئې ماته شوله چه د دې لوی ژوند د پاکې ملنې‬
‫په هکله ئې د میزان تله په وجدان پورته شي نه د عربي‬
‫دین د ُ‬
‫خرافاتو په وسیله‪ .‬چه ضرر ئې هم هیواد ته او هم‬
‫ژوند ته او هم خپل انساني جهان ته ورسید‪.‬‬
‫اسالم خپل پیرو په حیواني خشم او د شهوت په‬
‫غریزې وروزه‪ .‬چه هغه د جهاد د جنایت آرمان او د جنت د‬
‫شهوت آرزو ده‪.‬‬
‫اسالم د خپل پیرو مسلمان په دننه کې یو داسې ”زه‬
‫او ځان" جوړ کړ چه کله پاس آسمان ته ګوري نو هلته د‬
‫عربو مالتړ یو خدای چه یواځې د مسلمانانو په لور ګوري‬
‫باید ومني‪ .‬باید ومني چه خدای ئې د جهاد دعاګانې‬
‫مني‪ .‬باید ومني چه خدای ئې همیش ویني او غږ ئې‬
‫آوري‪ .‬چه کله ووائی محمد د خدای رسول دی نو ټولې‬
‫کړې ګناوې ئې بښي‪ .‬باید ومني چه خدای یواځې د‬
‫‪172 of 1205‬‬

‫مسلمانانو دوست او مال تړ دی‪ .‬او کله چه په ځان بمونه‬


‫تړي او کله چه د خدای دښمنان‪ ،‬کافران وژني نو د‬
‫داسې جهاد په الر کې ئې ټوټه شوی ځان راسا َ جنت ته‬
‫رسیږي‪ ،‬کوم چه هلته څوارلس کلنې نجونې د ده انتظار‬
‫لري او له شرابو ډک جامونه په الس د هغه مجاهد الرې‬
‫څاري‪ .‬او د مرګ او تیرور او جنایت په رامنځ ته کولو سره‬
‫د دوی له خولو څخه اکثرا َ دا چیغه اوځي چه "اې زما‬
‫خدایه! ما خپله وظیفه ستا د رضایت په الره کې ترسره‬
‫کړه‪ ،‬ته مې جهاد قبول کړه! …"‪ .‬د وحشت پدې چیغه کې‬
‫ئې مخ د آسمان په لور نیولی وي او خدای له خپل وحشت‬
‫او جنایت سره شریک ګڼي‪ ،‬دادی چه خدای همدا وحشت‬
‫غوښت چه د فرمان پیرو ئې کافران وژني او خدای څومره‬
‫ترې راضي او خوښ دی‪.‬‬
‫دا د یوویشتمې پیړۍ د اسالم څهره ده چه د خپلو‬
‫پیروانو په وجدان څرنګه لوبې کوي او څرنګه تیروریستان‬
‫ئې ترې جوړ کړي دي‪ .‬محمد نومي عرب د اسالم په نوم‬
‫او په همدې وسیلې واقعا َ چه د خپل ځپل شوي شرف او‬
‫ناموس انتقام پوره پوره آخستی دی‪ .‬د اسالم او د اسالم‬
‫‪173 of 1205‬‬

‫د الرښود هرڅه په شهوت او سکس والړ وو‪ .‬جمات ئې‬


‫جوړ کړ چه منار ئې د نر او محراب ئې د ښځې د‬
‫تناسلي آالتو نښې دي‪.‬‬
‫خصوصا َ کله چه د اسالم له نوم څخه په افغانستان‬
‫کې او د افغانانو په ژوند کې یادونه کیږي‪ ،‬نو د هر رنګه‬
‫خیانت او دښمني یواځنی علت د ژوند په هره ساحه کې د‬
‫پیړیو سندونه لري‪ ،‬چه ئې په افغانانو کې یو داسې "زه‬
‫او ځان" د اسالم په غالمي کې جوړ کړی دی چه هر‬
‫مسلمان افغان له شاه څخه نیولې تر ګدا پورې له خپل‬
‫وطن او له خپل وجدان څخه د اسالم د پیغمبر د شفاعت‬
‫او د رضایت حاصلولو په خاطر چه جنت تر السه کړي تیر‬
‫شوي دي‪ .‬او څومره چه په ورځني ژوند او مسلک کې د‬
‫صداقت په ځای له فریب ورکولو او حرام څخه کار آخلي‬
‫هومره هم ډیر ملونځونه کوي‪ .‬چه ملونځ په دوی کې له پیړیو‬
‫راهیسې په یو عادت آووښتي حرکات دی او پدې خبره‬
‫چه د اسالم له خولې ئې آورې چه "ستا کړې هره ګناه د‬
‫اوداسه په اوبو مینځل کیږي“‪ .‬ال ئې هم هره ورځ اخالقا َ‬
‫څومره کمزوري روزي او پدې پړي ئې ټینګ تړلي دي‪ .‬او‬
‫‪174 of 1205‬‬

‫همدا علت دی چه افغانان د خپل هیواد د آبادي نښې‬


‫نلري او د وطن په وړاندې بې تفاوته او بې مسئولیته پاته‬
‫دي‪ .‬مګر د خپل "زه او جنت" ته د رسیدلو "خپل ځان" ئې‬
‫د پردي اسالم غالم کړی دی‪ .‬له شوروی پوځ سره د لسو‬
‫کلونو په جنګ کې یواځې دا اسالمي او د غالمي شعار د‬
‫جهاد په ژبه جاري پاته شو چه‪:‬‬
‫”موږ د اسالم د سالمت او د خدای د رضایت لپاره‬
‫جهاد کړی دی ‪ .“! ...‬نه د وطن نوم وو او نه هم چا د وطن‬
‫د عزت او د خپلو خلکو د ژوند او د سر او مال او ناموس‬
‫ته د قدر په هکله دوه خبرې وکړې‪ .‬بلکه برعکس چیرته چه‬
‫د اسالم د مجاهدینو الس ورسید هم په سر هم په مال او‬
‫په ناموس تجاوزونه وشول‪ .‬او د کابل کورونه ئې چور او‬
‫بیا په حزبي جنګونو کې ‪ %۷۵‬وران کړل‪ .‬له ‪ ۵۰۰۰۰‬زیات‬
‫هغه اوسیدونکي د مجاهدینو د خپل منځني نفاق او‬
‫جنګونو په علت ووژل شول چه غریب ترین اوسیدونکي وو‬
‫چه د مهاجرت کولو د الرې د کراه توان ئې ال هم ندرلود‪.‬‬
‫انسان د دې موضوع مطالعې ته متوجه کوي چه د‬
‫داسې یو غالم فرهنګ ریښې وڅیړي‪ .‬او دا معلومه شي‬
‫‪175 of 1205‬‬

‫چه دا په "افغان" نومول شوي واقعا َ د خپل افغاني روح او‬


‫افغانیت کوم ملي او تاریخي سند هم لري که نه؟ او آیا د‬
‫خپلې آزادي او د خپل هیواد د آبادي کوم دلیل هم لري که‬
‫نه؟ نو پکار ده چه یو ځل بیا د ستر سکندر د زمانې ورقې‬
‫واړوو او بیا له هغو زمانو څخه کرار کرار شلمې پیړۍ ته‬
‫او ننۍ ورځې ته ځانونه راورسوو‪.‬‬

‫***‬

‫مخکې موږ وویل چه‪… :‬‬


‫د ستر سکندر له مرګ نه وروسته یوناني واکمني یوه‬
‫برخه د هندوکش په شمال کې پاته شوله چه مرکز ئې بلخ‬
‫وو‪ .‬او نومیالی واکمن ئې "سلوکوس" وو‪ .‬مګر کله چه دا‬
‫یونانی جنرال په کال "‪ ۲۸۰‬ق م" ووژل شو‪ ،‬نو ځینې‬
‫ګډوډۍ رامنځ ته شولې چه د سلوکوس ملسی "انتیوکوس‬
‫تیوس" د حکمراني د ضعف او ناتواني په موده کې د‬
‫”خراسان“ غربي برخې له السه ووتلې‪ ،‬چه د "پارت" د قام‬
‫الس ته ورغلې‪ .‬یونانیانو ته په هند کې "یاوانا" او "پارت"‬
‫قام ته "پاالوا" ویل کیدل‪.‬‬
‫‪176 of 1205‬‬

‫په بلخ کې د واکمن یونانیانو سترګې د "آشوکا" له‬


‫مرګ "‪ ۲۲۳ - ۲۷۳‬ق م" نه وروسته تل په هند کې پاته‬
‫وې‪ .‬ځکه چه د آشوکا له مرګ سره په هند کې هرج مرج‬
‫رامنځ ته شوی وو‪ .‬څومره چه د بلخ د یونانیانو سترګې په‬
‫هند کې پاته وې او ځینې لشکر کشۍ ئې هم وکړې‪ ،‬بیا‬
‫هومره له منځنۍ آسیا څخه د راغلي قام "پارت" منګولې‬
‫په خراسان خښې شولې او قوت ئې وموند‪ .‬چه بیا ئې تر‬
‫څو پیړیو په ټول ایران کې واکمني پاته شوله‪.‬‬
‫په بلخ کې د "دیودوتوس" فامیل تر "‪ ۲۳۰‬ق م" کاله‬
‫پورې سلطنت وکړ‪ ،‬چه بیا په همدې تاریخي مرحله کې یو‬
‫بل یونانی چه د "اناتولئې" ننی ترکیې د "مانیسا" نومې‬
‫والیت کې زیږیدلی وو او "اوتي دیموس" نومیده په بلخ کې‬
‫د شاهي په تخت کشیناست‪ .‬دې یوناني واکمن د سورئې‬
‫د هیواد د مشهور حکمران "ستر انتیوکوس" سره تر ډیرې‬
‫مودې شخړې درلودلې چه بیا دا النجې په کال ‪ ۲۰۸‬ق م‬
‫په دوستي بدلې شولې‪ .‬یوه خپله لور د بل زوی ته ورکړه‬
‫او د انتیوکوس له خوا د بلخ استقالل ومنل شو‪.‬‬
‫‪177 of 1205‬‬

‫د ستر انتیوکوس زوم او د "اوتي دیموس" زوی‬


‫”دیمتیریوس" کابل‪ ،‬پنجاب او سند فتح کړل چه یو لوی‬
‫دولت ئې جوړ کړ‪ ،‬کال "‪ ۱۹۰‬ق م“‪ .‬مګر په کال ‪۱۷۵‬ق م‬
‫کې په بلخ کې یو یوناني افسر عصیان وکړ چه‬
‫”اوکراتیدیس" نومیده‪ ،‬چه د داخلي جنګونو په نتیجه کې د‬
‫"دیمتریوس" لوی دولت په دوو برخو جال شو‪ .‬کابل او‬
‫تاکسیال د "اوکراتیدیس" او پنجاب د "اوتي دیموس" د‬
‫فامیل په واکمني کې پاته شو چه مرکز ئې سیالکوټ وو‪.‬‬

‫پدې وخت کې په منځنۍ آسیا کې یو لوی خوځښت‬


‫پیل شو‪ ،‬ورسره نوي شرطونه هم په حرکت راغلل‪ ،‬ځکه چه‬
‫د چین په شمال کې د "هون" قام د چین د فشار په علت‬
‫له خپل ځای څخه د غرب په لور وخوځید او په هغه ځای‬
‫کې چه "یوچي یا کوشانیان" اوسیدل هغوی ئې د خپل‬
‫اوسیدو له ځایه د غرب په لور مهاجرت ته جبرا َ مجبور‬
‫کړل‪ .‬او د دوی په مهاجرت او فشار وو چه څرنګه چه د‬
‫هون قام د یوچي د قام د اوسیدلو ځای ونیوو همداسې د‬
‫یوچي قام هم د "ساکانو" د قام ځای ونیو‪ .‬او ساکان له‬
‫‪178 of 1205‬‬

‫آمو دریا څخه د جنوب سیمو ته وخوځیدل چه بلخ او هرات‬


‫وو‪.‬‬
‫له آمو څخه د "ساک" د قام جنوب ته په آوښتلو له‬
‫دوو قامونو سره په جنګ مشغول شو چه یو ال پخوا‬
‫خراسان ته را آوښتی د "پارت" قام وو چه د خراسان‬
‫زیاته برخه ئې له یونانیانو څخه نیولې وه او په یو لوی قوت‬
‫بدل شوی وو چه حتی د خراسان نوم هم د "پارتیا" په نوم‬
‫بدل شو‪ ،‬دوهم قام د یونان قام وو‪.‬‬
‫ساکانو د پارت قام له جنګ سره په مخامخ کیدلو پوه‬
‫شوي وو چه د پارت زور نلري‪ ،‬مګر د بلخ یوناني واکمنانو‬
‫ته ئې پرله پسې شکست ورکړ چه بالخره د بلخ له مرکز‬
‫الندې پراخه والیتونه ئې ونیول‪ .‬بیا بلخ هم سقوط وکړ‪.‬‬
‫پدې توګه د یونان واکمني د هندوکش د غره جنوب کاپیسا‬
‫او کابل ته راواوښتله‪ .‬د دې ځای "کابل او کاپیسا" واکمن‬
‫یونانی "میناندر" چه په هند کې ئې نوم په "میلیندا"‬
‫شهرت لري‪ ،‬په کال "‪ ۱۵۵‬ق م" د هند په لور ئې فتوحات‬
‫وکړل او پخپله د بودیزم د ارشاداتو یو مخلص پیرو شوی‬
‫وو‪ .‬آن تر دې چه په هغه لیکل شوي بودیست مشهور‬
‫‪179 of 1205‬‬

‫کتاب "د میلیندا پوښتنې" کې راغلی نوم د همدې پاچا‬


‫نوم دی‪ .‬چه سند ئې د بحر تر غاړو او د "راجپوتانا" زیاته‬
‫برخه‪ ،‬او د هند شمال سیمې تر ګنګا او تر هغه ځایه چه‬
‫"پاتنا" ئې هم د تهدید له ساحې څخه وه خپل دولت پراخه‬
‫کړ‪ .‬چه پدې زمانه کې د "چندراګوپتا" د موریا خاندان‬
‫واکمني د "پوشیاموترا" له خوا پای ته ورسول شوله او د‬
‫موریا د خاندان واکمني د "سونګا" خاندان ته رسیدلې وه‬
‫او هم "میناندر" په ناڅاپي توګه مړ شو‪.‬‬
‫د میناندر له مرګ څخه وروسته د یونانیانو په هند‬
‫کې د لوی دولت د سقوط علت ساکان وو چه ډیر ژر ئې په‬
‫هند کې لویه امپراطوري جوړه کړله‪.‬‬
‫که څه هم د یوناني واکمني شپې او ورځې په هند‬
‫کې د ساکانو په زور ختمې شوې وې الکن ال په کاپیسا‬
‫او په کابل کې په اقتدار کې پاته شول‪ ،‬تر هغه وخته چه‬
‫کاپیسا او کابل دواړه د کوشانیانو د قام الس ته ورغلل‪.‬‬
‫او دا د )‪ (۲۵۰‬کلونو واکمني داستان وو چه یوناني قام په‬
‫افغانستان کې له خپل تاریخ څخه پریښود‪.‬‬
‫‪180 of 1205‬‬

‫ساکان ‪:‬‬

‫ساکان د پارت د قام له فشار الندې ال هم د جنوب په لور‬


‫په کډه شول چه بیا په "سیستان" کې تم شول او د مرکز‬
‫نوم ئې "سکستان" کیښود‪.‬‬
‫په هند کې د ساکانو امپراطوري د کوشانیانو تر‬
‫وخته دوام وموند‪ .‬که څه هم کوشانیانو د دوی امپراطوري‬
‫ته سقوط ورکړ‪ ،‬الکن د ساکانو د وړو ډلو او فامیلونو‬
‫اقتدار وروسته له میالده تر څلرم قرن پورې هم پاته شو‬
‫چه خصوصا َ په غرب کې په هغه ځای کې چه مرکز ئې‬
‫”اوجاین" وو‪.‬‬
‫هغه تاریخي موضوع چه د قام او نژاد مسله ده‪،‬‬
‫پدې پوښتنه چه دا د "پارت" او یا د "ساک" د قام خټه او‬
‫وینه ده‪ ،‬چه آیا څوک وو؟‬
‫د دوی د راپاته سیکو او یا خطابو په منت او محتوا‬
‫کې د ډیرو نومونه "ترک ‪ -‬توران" له خټې څخه دي‪.‬‬
‫مثالََ‪ :‬په "کره" پیل کیږي او اکثرا َ په "کول‪ ،‬ګول او کوال"‬
‫ختمیږي‪ .‬دا نومونه معلوم دي چه تُرکي دي‪ .‬په غربي‬
‫‪181 of 1205‬‬

‫پنجاب کې یو له مشهورو واکمنانو څخه چه میالده ‪۹۵‬‬


‫کاله مخکې واکمن وو "موغا" نومیده‪ .‬دا نوم د "موغوس" له‬
‫ریښې څخه ده او د "موغوس" مانا محارب او جنګیالی‬
‫دی‪ .‬او یا د "تاکسیال" والي مشهور "ماني کوال" نومیده‬
‫او دې ته ورته نومونه زیات دي‪.‬‬
‫ساکان د هند د شمال غرب په لویه سیمه کې د خپلې‬
‫امپراطوري په واکمني او واکمنانو د "پاچایانو پاچا" لقب‬
‫استعماالوو‪ ،‬خو دا حقیقت باید پټ پاته نشي چه که دا په‬
‫هند کې د ساکانو امپراطوري وه او بیا که د کوشانیانو‬
‫امپراطوري وه‪ ،‬د زمان په مرور سره دا د منځنۍ آسیا‬
‫فاتحان د هند د پراخه فرهنګ او عقیدو له خوا روحا َ فتح‬
‫شول‪ ،‬چه په نومونو ئې هم د هند د ژبې تاثیر پریښود‪.‬‬
‫خصوصا َ چه د هند زیاتې شمال غربي برخې ئې له الس‬
‫الندې وې لکه‪ :‬پنجاب‪ ،‬د سند یوه برخه‪ ،‬ماتورا‪ ،‬مالوا‪،‬‬
‫ګجرات‪ ،‬کاتیاوار او له اوجاین څخه تر ماهارات پورې‪ .‬که‬
‫څه هم دا لویه امپراطوري په هند کې د کوشانیانو له خوا‬
‫له سقوط سره مخامخ کړل شوله الکن ځینې وړو فامیلونو‬
‫‪182 of 1205‬‬

‫د کوشانیانو د امپراطورۍ له سقوط نه وروسته هم د هند‬


‫په ځینو محدودو سیمو کې خپلې واکمني ته دوام ورکړ‪.‬‬

‫کوشانیان ‪:‬‬

‫کوشانیان هم لکه ساک او پارت قامونه د منځنۍ آسیا‬


‫اوسیدونکي وو چه ترک نژاده وو‪ .‬د دوی لوی امپراطور‬
‫”کانیشکا" نومیده چه د ترکانو په لباس کې ئې سیکې‬
‫پاته دي‪ .‬چه مخروطي خولۍ ئې د ټولو ترکانو نښه ده‪.‬‬
‫حتی د "اپتالیت" قام هم همداسې خولۍ په سر کولې‪ .‬د‬
‫کانیشکا د یوې سکې د مخ عکس د کانیشکا ده او د‬
‫سیکې څټ کې ئې د "ښځې معبود" نومونه لکه "نانا" ‪،‬‬
‫”ناناراو“ ‪" ،‬ننو" یا "ناناییا" لیکل شوي دي چه تُرکي‬
‫نومونه دي‪ .‬د کوشانیانو امپراطوري چه کله په هند کې‬
‫قوت وموند نو د کانیشکا په شمول ټول واکمنان د بودیزم د‬
‫عقیدې پیروان شول‪ ،‬چه د بودیزم په تبلیغ او د معبد‬
‫ځایونو په جوړولو کې ئې زیات کارونه تر سره کړل‪ .‬چه په‬
‫"کاپیسا" کې ئې د کوشاني مرکز هدف هم د همداسې‬
‫‪183 of 1205‬‬

‫عبادت ځایونو په ملانځنې متمرکز کړ‪ .‬او له کاپیسا څخه د‬


‫بودیستی روحاني مجلس او مشورو په نتیجه کې د بودیزم‬
‫د عبادت ځایونو سلسله بامیانو ته ورسیدله چه هلته د‬
‫کوشانیانو د واکمني په زمانه کې ‪ ۵۳‬او ‪ ۳۵‬متري‬
‫مجسمې د میالد په ملړۍ پیړۍ کې جوړیشولې‪ .‬او‬
‫بودیست ستر کانیشکا حتی په کشمیر کې د بودیزم د‬
‫اخالقي ارشاداتو د ال ښې زدکړې او تنویر لپاره یوه لویه‬
‫روحاني جلسه دایره کړه‪ ،‬چه بودیست علماوو او‬
‫روحانیونو پکې ګډون کړی وو‪.‬‬
‫دا د کانیشکا د واکمني دوره وه چه د بودیزم په‬
‫اخالقي عبادت کې "لویه الره" او ”وړه الره" د دوو طریقو‬
‫په توګه د جلسې د آجندا مهم دوه اړخه وو چه ومنل شول‪.‬‬
‫او هم د کانیشکا د واکمني په دوره او موده کې له "هند‬
‫او هیلن" فرهنګ سره د مجسمه سازي هنر یو ځای شو‬
‫چه پدې توګه د بودا د مجسمو جوړولو وسعت او مهارت‬
‫پیدا کړ‪.‬‬
‫کله چه د ساک قام یوناني واکمني ته په بلخ کې‬
‫شکست ورکړ نو یونانیان کاپیسا او کابل ته راواوښتل او‬
‫‪184 of 1205‬‬

‫کله چه د کوشانیانو د اقتدار موده راورسیدله نو‬


‫کوشانیانو له یوناني واکمنانو څخه کابل او کاپیسا ونیول‬
‫او د بودیزم لپاره زیات معبدونه پکې جوړ شول چه د‬
‫راهبانو شمیر ئې زرو نفرو ته رسید‪ .‬او بیا وروسته که څه‬
‫هم کوشاني امپراطوري له منځنۍ آسیا څخه د راغلي بل‬
‫قام "سپین هون یا یفتلیان یا اپتالیت" چه په همدې دریو‬
‫نومونو یاد شوي دي‪ ،‬له منځه والړ‪ ،‬مګر د کابل او کابل‬
‫غرنۍ سیمې د کوشانیانو په ولکه کې وې تر هغه وخته چه‬
‫د "لیث زوی یعقوب صفاري" په کابل حمله وکړه‪ .‬او د‬
‫عربو له خوا ”کابل شاهان او ترک شاهان" همیشه یو‬
‫ځای ذکر شوي دي‪.‬‬
‫او کله چه د عربو د اسالم متجاوزې لښکرې په ملړی‬
‫ځل سیستان "سکستان" ته د هجرت په ‪ ۲۲‬کال "‪۶۴۳‬‬
‫میالدي کال" راورسیدلې‪ ،‬نو هغوی د کابل او " ُبست" تر‬
‫منځه د هغوی له مشرانو او واکمن څخه د "رتبیل یا‬
‫روتبیل" په نوم یادآورنه کوي‪ .‬چه ممکن ”رتبیل“ به یو لقب‬
‫وو لکه ”قیصر‪ ،‬لکه سزار‪ ،‬یا لکه شاه“‪ ،‬کوم چه عربو‬
‫جنګونه ورسره کړي دي چه همدا کسان کوشانیان وو‪.‬‬
‫‪185 of 1205‬‬

‫موږ چه کله د افغانستان د نني عصر د اوسیدونکو په‬


‫ګمراه هغه حالت خبرې کوو چه ولې ئې ځانونه په جهان‬
‫کې شرمولي دي او ولې ئې د خپل دننه ځان او درون‬
‫مائي ذلت په خپل الس د ژوند دې بدنامه حالت ته‬
‫رارسولي او دومره له خپل انساني احساس څخه پردي‬
‫شوي ناخبره دي‪ ،‬نو بیا هغه تاریخي مرحلې چه مخکې له‬
‫میالده د دې هیواد په خاوره کې تیر شوي دي د مطالعې‬
‫په یو تاریخي ضرورت زموږ مخې ته دریږي‪ .‬چه وکړای‬
‫شو د دې هیواد چه په افغانستان یاد شوی دی د هغو‬
‫زخمونو او شرمونو تر څنګ ودریږو چه د همدې وطن د‬
‫اوسیدونکو له خوا ورته پیدا شول‪ .‬ځکه چه دا د همدې‬
‫سرتور هیواد حق دی چه حقیقت بیان کړي او هم هغه‬
‫محکمه ده چه مجرمین به پکې محاکمه کیږي‪ ،‬کوم هغوی‬
‫چه ئی ځانو ته هم مسلمان او هم غیرتي ویلي دي‪ .‬دوی‬
‫له خپلو خولو او په همداسې اعتراف د محکومیت سندونه‬
‫لري چه د دې هیواد خاوره به ئې د مجازات حکم‬
‫‪186 of 1205‬‬

‫صادروي‪ ،‬چه د وطن کاڼو کاڼو ته د بښلو ندي‪ .‬او دوی‬


‫چه د ژوند عذاب ګرزیدلي نو ژوند ته د منلو ندي‪.‬‬
‫دا خبرې د دې هیواد دي چه پکې تیرې شوي دي‪.‬‬
‫کله ئې چه د تاریخ په څپو کې لټوو‪ ،‬نو به مو د دې‬
‫اوسیدونکي مخلوق چه په افغانانو یادیږي د پیژندلو په لور‬
‫هم ګامونه آخستي وي‪ .‬د لیکلو مفهوم هم همدا انساني‬
‫او اخالقي مطلب دی‪.‬‬

‫د "کوشاني‪ -‬ترک" په هکله یو بل ماخذ "چچنامه" ده‪ .‬دا‬


‫کتاب په ‪۷‬مه میالدي پیړۍ کې د براهمان "چچ" له خوا‬
‫لیکل شوی چه د "هند‪ -‬سند" حکمران وو‪ .‬پرته لدې کتاب‬
‫نه یوه بله حادثه هم چه په کابل کې تیره شوې ده‪ ،‬هغه‬
‫داده چه ویل کیږي چه؛ یو نفر د کابل د باالحصار غرب‬
‫خوا ته د یو معبد تر څنګ په غره کې دننه له یوې چینې‬
‫څخه د ترکانو په لباس راووت چه نوم ئې "براهتګین" وو‪.‬‬
‫او ویل کیږي چه ځان ئې د "تبت" له ترکانو څخه معرفي‬
‫کړ او ځان ئې پاچا اعالن کړ‪ .‬چه د دې براهتګین له‬
‫فامیل څخه تر "‪ "۶۰‬کسانو واکمني وکړه‪ .‬او براهتګین په‬
‫‪187 of 1205‬‬

‫پیښور کې د "ویهاره" په نوم د بودا لپاره یو مشهور معبد‬


‫هم جوړ کړ چه بیا بالخره د دې پاچا له فامیل څخه‬
‫آخرینۍ واکمن چه "لګه تورامان“ نومیده د خپل یو‬
‫براهمان وزیر له خوا ووژل شو‪ .‬او پدې توګه وروسته له‬
‫هغه د کابلشاهانو په سلسله کې د "ترک شاهانو" ځای‬
‫”براهمان شاهانو یا هندو شاهانو" ونیو چه د دې‬
‫براهمان شاهانو د فامیل واکمني سلسله تر "سلطان‬
‫محمود غزنوي" پورې دوام وکړ‪ .‬چه ټول شپږ واکمنان په‬
‫تخت کشیناستل او آخرینی واکمن ئې په کال ‪۱۰۲۱‬‬
‫میالدي کې د سلطان محمود له خوا د پنجاب په سرحد‬
‫کې ووژل شو‪.‬‬
‫د کوشاني امپراطوري وسعت تر کشمیر پورې هم‬
‫رسیدلی وو چه د یو کشمیري لیکوال "کاالهان" له خوا په‬
‫لیکل شوي کتاب "راجاتارانجیني" کې د کوشانیانو له‬
‫دریو واکمنانو خبرې کوي چه په "کشمیر کې ئې په خپلو‬
‫نومونو درۍ ښارونه آباد کړي دي‪ :‬هوشکا‪ ،‬جوشکا او‬
‫کانیشکا“‪ .‬دا درۍ واړه دیندار واکمنان وو‪.‬‬
‫‪188 of 1205‬‬

‫دا چه د نني افغانستان په خاوره کې هم د هندوکش‬


‫شمال ته پرتو سیمو کې او هم د هندوکش په جنوبي‬
‫سیمو کې تاریخي ډیر څه تیر شوي دي‪ ،‬نو زیات‬
‫ماخذونه او هم داستانونه په همدې کوشاني قام پورې تړل‬
‫شوي او ترې پاته شوي دي‪ .‬دلته د "خان" کلیمه چه په‬
‫منځنۍ آسیا کې د مغلی او ترکي له ژبې سره تړل کیږي‬
‫او بیا په افغانستان کې ئې هم رواج وموند چه پخپله د‬
‫"کان یعنې وینه" ریښه لري او د "خان" تلفظ ئې پیدا‬
‫کړی دی‪ .‬امکان لري چه کوشان "کوش خان" وي‪ .‬دا ځکه‬
‫چه د نني افغانستان خاورې ته را آووښتي ټول‬
‫قامونه د منځنۍ آسیا قامونه وو‪ .‬او بیا د افغانستان‬
‫له خاورې څخه دوی ټول لوی هند ته آووښتي دي‪ .‬هدف‬
‫هند وو او د نني افغانستان خاوره دوی ته یو "تم ځای"‬
‫وو‪ .‬مګر د تم ځای او د دمې په موده کې د دوی تر منځه‬
‫ټول جنګونه ملړی د افغانستان په خاوره کې تیر شوي دي‬
‫او بیا چه کله هند ته تیر شوي دي نو د یو لوړ فرهنګ په‬
‫وړاندې ئې په هند کې تورې یا له السه لویدلې‪ ،‬نرم خویه‬
‫شوي دي او یا ئې تورې په ځمکه ایښي دي‪.‬‬
‫‪189 of 1205‬‬

‫دا د هماغو زمانو د هماغو راغلو قامونو د جنګ او‬


‫تورو او دښمنیو له عادت او له نفاق او له تجاوز څخه‬
‫زموږ د وطن په خاوره کې چه خصوصا َ په غرونو ډک دی‪،‬‬
‫د جنګ او تورو خوی پاته شو او دې د نفاق او دښمنیو‬
‫خصلت ته په ډیر فخر تر دا ننه توریالیتوب او غیرت ویل‬
‫کیږي‪ .‬خصوصا َ چه بیا د اسالم په راتلو سره د تجاوز‬
‫بدترین او غالم ترین فرهنګ د سلطان محمود د جهاد او‬
‫په هند د تجاوز یو بنیاد پدې خاوره او خلکو کې پیدا او‬
‫تر دا ننه ټینګ پاته شو ‪.‬‬
‫له منځنۍ آسیا څخه له راغلو قامونو سره د دوی‬
‫نومونه هم راغلل او د ښارونو نومونه ال ترې جوړ شول‪.‬‬
‫هغه قام چه په "غز" یادیده او یا "کرغز" چه مانا ئې "د‬
‫صحرا ګرزندوی" دی‪ ،‬په ملړي ځل له میالده مخکې په نني‬
‫"غزني" کې میشت شول‪ .‬یا د کوشانیانو په زمانه کې‬
‫”بیګ الن" چه بیا "بغالن" ترې جوړ شو همداسې نور‬
‫مثالونه لري‪ .‬او دا هم ویل کیږي چه د کوشانیانو د قام یوه‬
‫بله برخه "غوزان یا ګوزان" یاد شوي دي چه د دوی د‬
‫واکمني په وخت کې ئې په غزني کې د بودا مجسمې او‬
‫‪190 of 1205‬‬

‫معبدونه جوړ کړل‪ .‬او هم همدوی وو چه په بامیانو کې ئې‬


‫د بودا مجسمې او عبادت ځایونه جوړ کړي دي‪ .‬او‬
‫دلچسپه داده چه کله چنګیز خان د خوارزم په لور‬
‫وخوځید‪ ،‬د محمد خوارزمشاه زوی د غزني په لور تیښته‬
‫وکړه چه غزني هم د خوارزمشاهانو په تصرف کې وو او‬
‫د اوسیدونکو زیاته برخه ئې د "غز" له قام څخه وو‪.‬‬
‫د کوشانیانو امپراطوري ته "کدفیزیس" د هند په لور‬
‫وسعت ورکړ چه د هغه په سیکو کې په "کوجوال کدفیزیس“‬
‫یاد شوی دی‪ .‬کابل‪ ،‬پنجاب‪ ،‬بخارا او خراسان ئې فتح کړ‬
‫او په کابل او پنجاب او خراسان کې ال پاته د پارت‪ ،‬د‬
‫ساکانو او یونانیانو دولتونه ئې یا ټول له منځه ویوړل او یا‬
‫ئې د کوشانیانو واکمني ومنله‪ .‬له میالده وروسته ‪ ۷۸‬کال‬
‫دا کیدفیزیس په ‪ ۸۰‬کلني مړ شو‪ .‬او ځای ئې دوهم‬
‫”کدفیزیس“ ونیو‪ .‬دې واکمن‪ ،‬د پنجاب پاته برخه او هم تر‬
‫بنارس‪ ،‬تر ګنګا او جنوب کې د سند سیمه تر بحر پورې‬
‫فتحه کړل‪.‬‬
‫او کله چه په کال ‪ ۷۳‬تر ‪ ۱۰۲‬میالدي پورې د چین‬
‫واکمنانو لوئې لښکرې په منځنۍ آسیا وویستلې‪ ،‬نو یې د‬
‫‪191 of 1205‬‬

‫کسپین تر بحیرې پورې ټول اشغال کړل‪ .‬نو دوهم‬


‫کدفیزیس د دوستي په مقصد د چین د امپراطور لور‬
‫وغوښتله ) ‪ ۹۰‬میالدي(‪ ،‬چه امپراطور ځانته بې احترامي‬
‫وګڼله او د کدفیزیس له خوا آستول شوی سفیر له لوئې‬
‫ډلې سره په ځیل کې واچول‪ .‬او لدې حادثې سره‬
‫کدفیزیس ‪ ۷۰۰۰۰‬سوار کاران جنګ ته واستول چه باید‬
‫کاشغر او یارکند فتحه کړی‪ .‬مګر دا پوځ له ‪ ۴۰۰۰‬متره ال‬
‫هم لوړ د غرونو له لوړو په آوښتلو خپل ټول پوځي توان له‬
‫السه ورکړ او کله چه ستومانه د چین ځمکې ته کوز شول‬
‫نور ئې د جنګ زور ندرلود او نتیجه دا شوه چه دوهم‬
‫کدفیزیس د چین خراج قبول کړ‪ .‬چه هر کال به ئې د‬
‫هدیې په توګه زیات ثروت چین ته آستاوو‪ .‬او دوهم‬
‫کدفیزیس له هند څخه د روم امپراطور "تراژان" ته هم‬
‫خپل سفیر واستاوو‪ ،‬کال ‪ ۹۹‬میالدي‪.‬‬
‫وروسته له دوهم کدفیزیس څخه "ستر کنیشکا" واکمن‬
‫شو چه له ټولو زیات بریالی یو بودیست وو‪ .‬کله ئې چه‬
‫کشمیر ونیوو نو کشمیر ئې ډیر خوښ شوی وو‪ .‬یو لوی‬
‫ښار ئې د "کانیشکا پور" په نوم په کشمیر کې جوړ کړ‪،‬‬
‫‪192 of 1205‬‬

‫او ډیر معبدونه ئې هم آباد کړل‪ .‬په ایران کې واکمن‬


‫”پارت" سره ئې هم جنګونه وشول او په چین کې ئې‬
‫کاشغر‪ ،‬یارکنت‪ ،‬او خنت هم ونیول‪ ۴۵ .‬کاله ئې پاچاهي‬
‫وکړه او د دوامداره جنګونو له کبله ئې پوځیان له حوصلو‬
‫څخه ووتل‪ ،‬او یوه ورځ ئې وواژه‪ .‬په هند کې ئې پایتخت‬
‫”پیښور" وو‪ .‬او د هند په جنوب کې د "ماتورا" ښار‬
‫کنیشکا ته په زړه پورې لکه دوهم پایتخت وو‪.‬‬
‫د کانیشکا په فرمان چه کله په کشمیر کې "دیني‬
‫کانګره" تشکیل شوله پدې هدف که وکړای شي چه بودیزم‬
‫کې د راغلو ترجمو په علت اختالفات رفع شي‪ .‬مګر هم‬
‫”مهایانا" او هم د "تیراوادا" دواړه طریقې تصویب کړل‬
‫شولې او په ملړي ځل له همدې تاریخ څخه دی چه بودا د‬
‫یو معبود په توګه قبول شو‪ .‬او دا هغه څه وو چه خپله بودا‬
‫ال په خپل ژوند کې له داسې یو محتمل حالت څخه خپل‬
‫ډار او تشویش ښکاره کړی وو‪ .‬او د براهمانیزم د عقیدې‬
‫د پاک والي مګر د براهمانیزم د مالیانو "براهمانیانو" له‬
‫خودخواهیو او شخصي ګټو څخه ئې د مثال په توګه‬
‫‪193 of 1205‬‬

‫یادآورنه کوله چه همدا کانه بیا په بودیزم کې هم ښکاره‬


‫شوله‪.‬‬
‫د کانیشکا له مرګ نه وروسته زوی ئې "هیویشکا"‬
‫واکمن شو چه په سیکو ئې د یوناني له ژبې څخه‬
‫هیورکس یا هیویرکیس" لیکل شوي دي‪" .‬هیویوک" په‬
‫ترکي ژبه "لکه غونډۍ لوړ" ته ویل کیږي‪ .‬د دې واکمن په‬
‫ځای په کال ‪ ۱۸۲‬میالدي زوی ئې پاچا شو چه‬
‫”واسودیوا“ " نومیده‪ ،‬چه نور دوی هم په عقیده او هم په‬
‫نوم هندي شوي وو‪ .‬چه د همدې واکمن په زمانه کې د‬
‫کوشانیانو لویه امپراطورۍ وپاشل شوله‪ .‬مګر د کابل په‬
‫سیمه کې تر ‪ ۸۷۰‬میالدي کال پورې کوشان واکمن پاته‬
‫شول‪.‬‬
‫په افغانستان کې دننه له کوشانیانو څخه پاته مهمه‬
‫الره د بامیانو الره ده‪ .‬ځکه چه د هند لویه برخه او هم ټول‬
‫ترکمنستان د کوشانیانو له ولکې الندې وو‪ ،‬چه د بامیانو‬
‫الرې ترکمنستان په بلخ او بلخ ئې په کاپیسا‪ ،‬کابل او په‬
‫پیښور چه د کوشانیانو پایتخت وو تاړه‪ .‬خصوصا َ چه‬
‫کانیشکا په بامیانو کې ‪ ۳۵‬متري مجسمه په یوه غره کې‬
‫‪194 of 1205‬‬

‫چه د تیږو ترکیب ئې له "ګرس" څخه وو جوړ کړ‪ .‬او زوی‬


‫ئې د بودا ‪ ۵۳‬متري مجسمه په هماغه غره کې جوړه کړه‪.‬‬
‫پدې توګه پیښور د تجارت له همدې لوئې الرې په ثروتمند‬
‫ښار بدل شو‪ .‬او د بامیانو د مجسمو ځای د تاجرانو د‬
‫تلو او راتلو د دمې او هم د عبادت ځای وو‪ .‬او هم ئې په‬
‫پیښور کې د ‪ ۱۴۰‬مترو په لوړوالي ستوپه جوړه کړه چه د‬
‫بودا له ژوند نه پاته پکې حفاظت کیدلې او هم ئې یو لوی‬
‫معبد او لکه د بامیانو په شان د راهبانو او عابدانو‪،‬‬
‫مبلغینو او مدرسینو لپاره هستوګن ځایونه جوړ کړل‪ .‬او‬
‫هم ئې د "تاکسیال" او د "ماتورا" معبدځایونه ډیر مشهور‬
‫شول‪ .‬او په همدغه زمانه کې وو چه "ګاندهارا" سیمه د‬
‫پیښور او تاکسیال تر منځه د "ګریکوبودیک" د معماري په‬
‫نوي طرز مشهوره شوله‪ ،‬چه د ننګرهار سیمه هم پکې وه ‪.‬‬
‫تجارت د ترکمنستان د چین او هندوستان تر منځه وده‬
‫وکړه او هم ئې د تجارت اړیکې د روم د امپراطوري پورې‬
‫د همدې کانیشکا د واکمني په موده کې پراختیا وموندلې‪.‬‬
‫دا چه کوشانیانو په هند کې د "ساکانو" لویه‬
‫امپراطوري له منځه ویوړه‪ ،‬مګر ځای ځای ئې ال هم تر‬
‫‪195 of 1205‬‬

‫ډیرو کلونو واکمني پاته شوله‪ .‬خصوصا َ چه "اوجین یا‬


‫اوجاین" ئې مرکز وو چه ډیر عاملان پکې پیدا شول او‬
‫ثروت پکې ډیر شو‪ ،‬چه د ساکانو په غربي دولت یادیده او‬
‫د همدې دولت یعنې ساک واکمنانو عقیده د بودیزم په‬
‫ځای د براهمانیزم عقیده وه‪ .‬او د ساکانو واکمنانو د‬
‫سانسګریت د ژبې په وده او غنا کې ډیر کومکونه وکړل او‬
‫ډیر شاعران او پوهان وځلیدل‪ ،‬چه مشهور شاعر ئې‬
‫”کالیداسا" یو ماهر تیاتر نویس وو‪ .‬او له هغه سره ‪ ۸‬نفره‬
‫ادیبانو ته ‪ ۸‬ملغلرې لقب ورکړل شوی دی‪ .‬او ساکان د‬
‫یوې لنډې مودې لپاره په غربي ډکن کې هم واکمني تر‬
‫السه کړله‪ .‬بیا یې د هند د "آندرا" واکمن هم ساکان او‬
‫
هم یاوانا ‪ -‬یونانیان" او هم "پاوال ‪ -‬پارت" ټول مغلوب کړل‬
‫‪196 of 1205‬‬

‫سپین هون‪:‬‬

‫یونانیانو سپین هون ته "اپتالیت" ویل او عربانو د‬


‫”هیاطله“په نوم یاد کړي دي‪ .‬دا قام د میالد په پنځمه‬
‫پیړۍ د جیحون د سین په سیمه کې وو‪ .‬او د دې قام‬
‫”هون“ مورنۍ یوه برخه د اروپا په لور حرکت کړی وو‪ .‬او‬
‫دې قام په ګندارا ”پیښور‪ ،‬کابل" کې د کوشانیانو حکومت‬
‫له منځه ویووړ او خپله په ګندارا کې میشته شول‪ .‬د دوی‬
‫د قام ته بل نوم "یفتل" دی‪ .‬او د هندوکش په شمال کې په‬
‫کال ‪ ۴۸۴‬میالدي کې یې د ایران د شاه "فیروز" ټول پوځ‬
‫وځابه او شاه هم د جنګ په میدان کې ووژل شو‪ ،‬چه بیا‬
‫ئې سپین هون ته منلې کلنۍ هدئې ورکولې‪.‬‬
‫د سپین هون د قام د اصلي حکمران مرکز بامیان‬
‫وو او بلخ ئې دوهم پایتخت وو‪ ،‬چه له ایران څخه د چین‬
‫خنت" پورې هیوادونو څخه باج آخست کال ‪ ۵۱۹‬م‪.‬‬ ‫تر " ُ‬
‫په بامیانو کې چه یوه دره ده‪ ،‬او سړک ترې تیریږي د‬
‫همدې تاریخي الرې په اوږدو کې ال دوه کیلومتره لویو‬
‫مجسمو ته " ‪ ۳۵‬او ‪ ۵۳‬متري " له رسیدلو مخکې د درې‬
‫‪197 of 1205‬‬

‫جنوبي غره په لوړو کې د "ضحاک" په نوم یوه زړه او‬


‫تاریخي کال لیدل کیږي‪ ،‬چه مټکې پاته ده‪ .‬انسان ئې په‬
‫لیدلو ګمان کوي چه د یوې زړې نقاشي زوړ تصویر دی‪.‬‬
‫نو دوه تاریخی پوښتنې له لیدونکي څخه ځواب غواړي‪.‬‬
‫یوه دا پوښتنه ده چه که دا د ضحاک په نوم کال د یفتل د‬
‫امپراطوري موسس "یفتالنوس" جوړه کړي وي باید دومره‬
‫زړه شوې نه وای چه خبره وروسته له میالده په ‪ ۴۵۰‬او‬
‫‪ ۴۰۰‬کلونو دریږي‪ .‬دوهمه پوښتنه چه ماته هم شخصا َ د‬
‫قبول وړ ده ځکه زه پخپله هغې کال ته وروختلم‪ ،‬د دې کال‬
‫د جوړیدو نیټه ‪ ۴۰۰‬تر ‪ ۴۵۰‬کاله مخکې له میالده اټکل‬
‫کیږي‪ .‬هغه وخت چه د ایران په فارس سیمه کې‬
‫هخامنشیانو د خپل بل نژدې قام "ماد" چه د کسپین په‬
‫جنوبي ملنو کې میشته وو له ځان سره متحد کړل‪ ،‬چه‬
‫همدې ماد څو څو ځله د "نینوا" په ښار حملې کړې وې او‬
‫یو ځل ئې حکمران د شکست په خوړلو د شرق په لور په‬
‫تیښته شو او همدغه د بامیانو درې ته راغی او هلته ئې‬
‫همدا کال جوړه کړه‪.‬‬
‫‪198 of 1205‬‬

‫دا کال د غره پداسې لوړې او په کمرونو کې جوړه‬


‫شوې ده چه شرق او غرب ته ژور ګړانګونه لري چه دښمن‬
‫ته د هغو زمانو په وسایلو د کال د نیولو کار ناممکن کوي‪.‬‬
‫د داسې کال د جوړولو لپاره د خټو انتقال هغو لوړو ته د‬
‫تعجب کار دی‪ .‬لدې کال سره جنوب ته ډیره نژدې د یو بل‬
‫وخت د یوې بلې کال تاریخي آثار هم لیدل کیږي‪ ،‬چه لږ‬
‫څه تازه ښکاري‪ .‬بل دا چه د ضحاک کال ته په همدې ژوره‬
‫دره کې چه سین د دواړو درو له خوا پکې بهیږي په ختلو‬
‫او پیل کې د خوارزم شاهانو له زمانو پاته په خښتو جوړ‬
‫شوي دیوالونه دي چه دې دیوالونو او کمرونو یوه تنګه الره‬
‫جوړه کړې ده‪.‬‬
‫او چه موضوع د سپین هون ده‪ ،‬دې قام وروسته له‬
‫هغه چه فیروز شاه ته یې شکست ورکړ د هند په لور په‬
‫حرکت راغلل چه البته د ایران له ساساني امپراطوري‬
‫سره ئې بیا هم ډیر جنګونه وکړل‪ .‬ساسانیانو کابل هم په‬
‫خپله قبضه کې تر ډیرو کلونو نیولی وو‪ ،‬لکه څرنګه چه د‬
‫کابل د مرنجان د غونډۍ په یوه اړخ کې د بودا معبد او‬
‫مجسمه راووتله‪ ،‬چه د "‪۱۹۶۰‬م" کال په لسیزه کې له‬
‫‪199 of 1205‬‬

‫همدې غونډۍ نه د ساسانیانو د امپراطورۍ له "‪"۲۰۰‬‬


‫زیاتې سیکې هم راووتلې او د کابل موزیم ته وسپارل‬
‫شولې‪ .‬مګر یفتلیانو په هند کې یوه لویه امپراطوري جوړه‬
‫کړه چه د واکمنانو لقبونه ئې په هند کې اکثرا َ "تکین" ذکر‬
‫شوي دي‪.‬‬
‫د دې قام هغه مشهور واکمن "تورامان" نومیده او دا‬
‫سړی په هند کې هومره د براهمانیزم د افکارو او عقیدې‬
‫ته حیران پاته شو چه نور یې توره کیښودله او د مهاراجا‬
‫لقب ئې په ځان کیښود‪ ،‬کال ‪ ۵۰۰‬میالدي‪ .‬او توراماند د‬
‫”ملتان“ په ښار کې له سرو زرو څخه د "شیوا" مجسمه‬
‫جوړه کړه چه د ملر د الهې نوم ئې "ادیتیا" وو‪ .‬او د همدې‬
‫رب النوع په احترام ئې د ملتان په ښار د "بغه پورا" لقب‬
‫کیښود چه مانا ئې "مقدس ښار یا لوی ښار" وو‪ ،‬یا د‬
‫خدای ښار وو‪.‬‬
‫او د نني افغانستان د کندهار ښار ته نژدې بله سیمه‬
‫چه "زمینداور" ده‪ ،‬پدې ځای کې د براهمانیست‬
‫چندراګوپتا له زمانې څخه بیا هم د "شیوا" د ملر د الهې‬
‫همداسې زرینه مجسمه جوړه شوې وه‪ ،‬چه نوم ئې ”ذون"‬
‫‪200 of 1205‬‬

‫وو او دوه د یاقوتو سترګې ئې په سیمه کې شهرت درلود‪.‬‬


‫او واکمن تورامان به په خپلو سیکو د شیوا سمبول‬
‫حکاکي کاوو‪.‬‬
‫او بیا هم د چندراګوپتا د واکمني په زمانه کې د‬
‫شیوا د ملر د الهې یوه مجسمه د پغمان د غره د یوې درې‬
‫په لوړ ځای کې پاس په کمرونو له خپل معبد سره جوړه‬
‫شوې وه‪ ،‬مګر دا مجسمه بیا پدې علت "سجاوڼ" ته‬
‫انتقال کړل شوله چه د پیروانو د تلو او هغه لوړ ځای ته د‬
‫ختلو خطر په ځینو موسمو کې چه واوره‪ ،‬باران او توپان‬
‫به شدت درلود موجود وو‪ .‬او په کاپیسا کې د روحانینو د‬
‫یو مجلس او پریکړې نه وروسته همدا د انتقال کار تر سره‬
‫شو‪ .‬بیا هم د پغمان نوم له پغه "لوی" یا "مقدس" حتی‬
‫”خدای“ سره تړل کیږي‪ .‬او دا حقیقت میدان ته اووځي‬
‫چه د کابل ځمکه او آسمان د عبادت پاک ځای او پاکه‬
‫خاوره وه‪.‬‬
‫خصوصا َ چه د بودیست ستر آشوکا د واکمني په‬
‫زمانه کې په ملړی ځل د افغانستان د هندوکش جنوبي‬
‫پراخو سیمو ته د آشوکا په فرمان او رهنمائي په کاڼو‬
‫‪201 of 1205‬‬

‫لیکل شوي هغه وعظونه راغلل او دا د تیږو لوحې په کابل‬


‫او د کابل او کندهار په الره او په خپله کندهار کې‬
‫کیښودل شولې‪ ،‬چه د ساه لرونکي وژل ئې ګناه ګڼلې وه‪.‬‬
‫دا د کاڼو یوه لوحه د کابل په غربي ساحه او سیمه کې چه‬
‫هلته د علی آباد د غره ملنه ده چه تر خوا ئې یوه چینه هم‬
‫بهیدله کیښودل شوله او بیا یو لوی بودیستي معبد هم هلته‬
‫جوړ شو‪ .‬ځینې د هغه وخت دا لوحې له خاورې څخه‬
‫راوویستل شولې او د کابل موزیم ته وسپارل شولې‪.‬‬
‫له اسالم نه مخکې کابل او د نني افغانستان ټوله‬
‫خاوره آرامه وه او د معبدونو او د عابدینو ځای وو‪ .‬مګر‬
‫کله چه په ‪۶۵۶‬م میالدي کال د عربو لښکرې سیستان او‬
‫زمینداور ته راورسیدلې هغه د "ذون" نومې مجسمې له‬
‫سترګو ئې یاقوت وویستل او بیا همدا متجاوز عرب په کال‬
‫‪۷۳۱‬م میالدي ځانونه ملتان ته د "ادیتیا" مجسمې ته هم‬
‫ورسول‪ .‬هر څه چه د عربو الس ته ورتلل چور او غال به ئې‬
‫کړل او د کافر په نوم به بیګناه انسانان د اسالم د جهاد‬
‫او جنایت په تورو وژل کیدل‪ .‬او بیا همدا جنایت‬
‫”فرادغان“ نومي مسلمان چه د یعقوب لیث صفاري په خټه‬
‫‪202 of 1205‬‬

‫ایرانی قوماندان وو په سجاوڼ کې تر سره کړ او د‬


‫سجاوڼ د زیارتونو او معبدونو په چور ئې اوښان بار کړل‪.‬‬
‫نه یعقوب او نه فرادغان عرب وو‪ ،‬الکن د عربو د اسالم‬
‫پیروان وو‪ ،‬چه د دوی پردي شوي خپل انساني روح‬
‫موضوع د مطالعې وړ ده‪.‬‬
‫چه بیا په افغانستان کې هم مسلمان افغانانو له خپلو‬
‫بادارانو ال هم نارحمه خولې په ژوند او په خپل وطن او‬
‫عزت ولګولې‪ .‬همدا کابل د عبداهلل نومي عرب له خوا دومره‬
‫په وراني تهدید نشو‪ ،‬لکه څرنګه چه کابل د شلمې پیړۍ په‬
‫پای کې له ‪۱۹۹۲‬م څخه بیا تر ‪۱۹۹۶‬م پورې په کنډواله‬
‫واووښت چه ورانونکي ئې همدا افغانان وو چه د مختلفو‬
‫اسالمي احزابو غړي او مجاهدین وو‪.‬‬

‫نوټ‪ :‬باید دا یاداوري وشي چه د عربو تهاجم ډیر پخوا‬


‫لدې چه د سیستان او کابل سیمي له تهدید الندې‬
‫ونیسي‪ ،‬له جنوبي څنډو نه د اوسني پاکستان سند او د‬
‫بلوچستان سیمو ته رسیدلي وو‪.‬‬

‫***‬
‫‪203 of 1205‬‬

‫کابل له اسالم څخه مخکې‬


‫کابل ‪ -‬کابلستان او کابلشاهان‬
‫‪-‬ت‪-‬‬

‫کله چه په عربستان کې د وحشت‪ ،‬د غال‪ ،‬د چور‪ ،‬د تیرور‬


‫او جنایتونو بنیاد د دین او خدای په نوم کیښودل شو‪ ،‬نو‬
‫په بشریت کې خدای په ملړي ځل د عربو د اسالم په خاطر‬
‫د قتلونو د غوښتنې د تبلیغ میدان ته د اسالم له ژبې‬
‫راکش کړل شو‪ .‬چه باید د عربو لښکرې د نورو هیوادونو‬
‫په مال‪ ،‬په سر او په ناموس تیری د خدای په امر تر سره‬
‫کړي‪ .‬او داسې جرمونو او قتلونو ته ”مقدس" وویل شي‬
‫چه نوم ئې د "جهاد" پرې کیښود‪ .‬او هم جنایت کارانو ته‬
‫په مکافات د جنت په نوم یوه فاحشه خانه هم جوړه شوله‪.‬‬
‫تر خپلو منځو په پیړیو پیړیو د دښمنیو په کین او‬
‫جنګ عادت شوو او په فقر او بیکاري دچار عربو څخه چه‬
‫کله د نورو هیوادونو او د نورو د کورونو د چور لپاره د‬
‫وژلو په تنده لښکرې جوړیشولې‪ ،‬نو د عربو اسالم بیا د‬
‫خدای نوم هم ورسره شریک کړ او دغو لښکرو ته ئې د‬
‫‪204 of 1205‬‬

‫”خدای لښکرې“ وویل‪ .‬او په هر ګام کې د خدای نوم ته د‬


‫حقارت او توهین کولو ګناه د عربو د اسالم له ژبې تبلیغ‬
‫کړل شو‪ ،‬چه رهبر ئې هماغه محمد نومی عرب وو‪.‬‬

‫دغو قاتالنو کله چه د ایران په لور د "اهلل اکبر" په نارو‬


‫پوښې لوڅي‪ ،‬په تن نیم پټ‪ ،‬نیم لوڅ‪ ،‬له آسانو او اوښانو‬
‫سره د یو عادت‪ ،‬جنګ او غضب په خوی د راتلونکي غال‬
‫او چور په ناروغ ذهن او ذوق حرکت وکړ‪ ،‬نو هدف د‬
‫”شوش" د قصرونو د ثروت تر کرښې وو‪ ،‬چه عربو په‬
‫همدومره غال د بس پریکړه درلودله‪ .‬مګر د ساساني‬
‫امپراطوري امپراطور د دریم ”یزدجرد‪/‬یزدګُرد“ ضعیف‬
‫کرکتر د دې سبب شو چه د عربو لښکرې د جنګ میدان‬
‫په آساني سره وګټي‪.‬‬
‫نور نو د تعجب وړ مقدرات له یو ژور تغیر سره تاریخ‬
‫په شوش کې د شوش له فتحې سره وتړل پدې مانا چه‪:‬‬
‫د عربو په پوځ کې هیڅ یو عرب داسې څه نه درلودل چه د‬
‫جنګ په بایللو ئې له السه ورکړي‪ ،‬بلکه دا د عربو د فقر‬
‫وهلي ژوند ورستې کیږدۍ وې چه یو په یو په لویو‬
‫‪205 of 1205‬‬

‫قصرونو بدلې شوې‪ .‬د جنګ د ګټلو اصلي محرک قوت‬


‫همدا فقر وو‪ .‬چه لدې فقر سره د بدویت فکټور هم یو ځای‬
‫وو‪ .‬چه د ړنګولو‪ ،‬د وژلو په وړاندې ئې انساني ټولې‬
‫مزایاوې د عربو په قام کې له پیړیو پخوا کمزوري او فلج‬
‫کړې وې‪ .‬یواځې جنګ وو‪ ،‬هغه هم د یو وحشت په فخر د‬
‫دوی پخوانی خصلت وو‪ ،‬چه اوس ئې په خپلو سترګو‬
‫خپلو السونو کې تورې لیدلې چه همدې تورو د دوی د فقر‬
‫تش السونه ډک کړي وو‪ .‬او همدې تورو د دوی د ژوند زوړ‬
‫مقدراتو ته تغیر ورکړی وو‪ .‬شنه باغونه‪ ،‬شنې رڼې اوبه او‬
‫لوړ قصرونه‪ ،‬له اسیرانو څخه ښځې او تنکي ځوانان ټول‬
‫هغه پخوانی خوب وو او یو خیال وو‪ ،‬مګر دادی چه رشتیا‬
‫شوی وو‪.‬‬
‫دې رښتیا شوي خیال د عربو د لښکرو راتلونکي‬
‫پالنونه په ال زیاتې پراختیا واړول‪ .‬داسې چه د شرق په‬
‫لور په آسیا کې عربو د هر مهم ځای فتحې کولو ته لکه‬
‫شوش د کمزوري مقاومت خیال پیدا کړ‪ ،‬چه له هغو جملې‬
‫څخه کابل او د کابل د فتحې پالن هم وو‪ .‬د ایران فتحې‬
‫د عربو د پیړیو د لوږې تنده او د حرص حد له حد څخه‬
‫‪206 of 1205‬‬

‫ویستلی وو چه دوه شیه وو‪ :‬زر او ښځې! دوی یو قانون‬


‫وویست چه "د خدای د لښکرو مجاهدو عسکرو ته دا‬
‫اجازه نشته چه په فتحه شوو سیمو کې د باغونو د ځمکې‬
‫او د کور او ښځې خاوندان شي! ځکه چه دوی به د ژوند‬
‫تر پایه د خدای د رضایت په خاطر او د اسالم په الر کې‬
‫جهاد کوي‪ ،‬چه مجاهدینو ته خدای د جنت زیری ورکړی‬
‫دی !“‪ .‬مګر د مجاهدینو قوماندانانو رتبې په هغو کسانو‬
‫ویشل کیدلې چه د خلیفه له خوا ټاکل کیدلې‪ .‬او دې کار د‬
‫هغه رشوت مسابقه د عربو په منځ کې په رقابت رامنځ ته‬
‫کړه چه هر قوماندان به خلیفه ته له چور‪ ،‬غنیمت او غال‬
‫څخه زیاتې برخې وعده ورکوله‪ .‬چه د رشوت په جمله کې‬
‫ملړی زر او جواهرات وو او بل د نیول شوو او اسیر شوو‬
‫ښځو او تنکي هلکانو تعداد وو‪.‬‬
‫د ساساني امپراطور "دریم یزد جرد" په تیښته د عربو د‬
‫کامیابي لوړ مورال په یو داسې نظامي قوت واوښت چه‬
‫بالخره ایران ګام په ګام د عربو د لښکرو له حملې الندې‬
‫راغی‪ .‬کوم چه هلته مرکزي او نظامي دفاعي نظم پاته نه‬
‫وو‪.‬‬
‫‪207 of 1205‬‬

‫او په نني افغانستان کې چه د افغانستان مختلفو سیمو‬


‫کوم پوره نفوس ندرلود او نه هم د اسالم تر حملو او‬
‫تجاوزونو پورې په افغانستان کې د یو مرکزي دولت د‬
‫جوړیدو بنیاد کیښودل شوی وو‪ .‬لکه څرنګه چه په ایران‬
‫کې یو قوي دولتي تشکیالت د هخامنشیانو په وسیله جوړ‬
‫شو او بیا یوه لویه امپراطوري له هماغه "شوش" او‬
‫”پرسيپولیس“ څخه اداره کیدله‪ .‬مګر په افغانستان کې له‬
‫منځنۍ آسیا څخه په مختلفو مرحلو کې له راغلو قامونو‬
‫څخه جنګونه سرته ورسیدل او بیا د هند آرامه فرهنګ‬
‫ځانته ورکش کړل‪.‬‬
‫یواځې دا "کابلشاهان" وو چه د عربو د تجاوزونو په‬
‫مقابل کې په دفاع ښکاره شول‪.‬‬

‫او کله چه د عربو لښکرې سیستان ته راورسیدلې‪ ،‬عربو د‬


‫سیستان پولې او د سیمې حدودو ته د "هند" حدود وویل‪.‬‬
‫مانا دا وه چه کابلشاهان د مختلفو نژادونو یو ترکیب وو‪.‬‬
‫که له لویو کوشانیانو څخه وو‪ ،‬که له وړو کوشانیانو یا‬
‫کیدارانو څخه وو‪ ،‬یا له ساک او یفتلیانو څخه وو‪ ،‬دوی په‬
‫‪208 of 1205‬‬

‫مجموع کې د بودیزم او د براهمانیزم د عقیدو پیروان‬


‫شوي وو‪ .‬او هم د پیړیو په اوږدو کې کابل کې د‬
‫کابلستان په وسعت یا په لنډې مودې او یا په اوږدې مودې‬
‫د واکمنانو مقامونه ئې درلودل چه که هغه په ترک شاهان‬
‫یاد شول او یا هندوشاهان "براهمن شاهان" نومیدل‪ ،‬ټول‬
‫د منځنۍ آسیا قامونه وو د کوم "افغان" مستقل نوم یا په‬
‫خټه او یا په واکمني وجود ندرلود‪ .‬چه د "افغان" په نوم د‬
‫یو واکمن تاریخي سند پاته وي او د کابل په دفاع کې ئې‬
‫د یو مستقل قام په توګه برخه آخستي وي‪.‬‬
‫یو له همدغه علتونو څخه دی چه کله بیا د افغانستان‬
‫په نوم یو هیواد په وروسته پیړیو کې اعالن هم شو‬
‫‪۱۷۴۷‬م‪ ،‬مګر د نوي دولت د دولت داري دوه مهم فکټوره ال‬
‫تر ننه کال ‪ ۲۰۰۰‬م پورې هم کمبود پاته شول‪:‬‬
‫‪ -۱‬په افغاني واکمنانو کې د "دولت داري“ استعداد رشد‬
‫ونکړ‪.‬‬
‫‪ -۲‬له افغانانو څخه یو واحد ملت جوړ نشو‪.‬‬
‫او کله چه خبره د کابل د دفاع او د عربو د لښکرو د پرله‬
‫پسې تجاوزونو د تاریخ تاریخي سند په توګه ال تر ننه پاته‬
‫‪209 of 1205‬‬

‫دی‪ ،‬هغه سند د کابل دوه مشهور تاریخي دیوالونه دي‪،‬‬


‫چه یو بل ته مخامخ د غرونو په لوړو کې جوړ شوي دي‪،‬‬
‫"د شیردروازې غر او د آسمائی غر“‪ .‬دا دیوالونه یواځې د‬
‫یوه کابلشاه له خوا ندي جوړ شوي‪ ،‬بلکه کله چه د عربو‬
‫لښکرو په کال ‪ ۷۰۰‬میالدي دوهم ځل په کابل بیا حمله‬
‫وکړه دیوالونه په کال ‪ ۶۵۰‬میالدي کې د جوړیدو زیاته‬
‫برخه تر سره کړې وه‪ .‬داسې چه د شیردروازې د غره‬
‫پاسنۍ څوکې ته چه په "تخت شاه" یادیږي تر رسیدلو‬
‫پورې پوره وخت تیر شوی وو‪ .‬هم کوشانیانو‪ ،‬هم یفتلیانو‬
‫او هم ترک شاهانو په پرله پسې توګه د جوړولو په اهمیت‬
‫پوه شوي وو ‪.‬ځکه چه د عربو تجاوزونه د "مامون" نومي‬
‫عرب خلیفه تر واکمني پورې ئې دوام وموند‪ .‬چه تاریخ له‬
‫‪ ۸۰۰‬میالدي څخه هم ال آووښتی وو او د کابل د سیمې‬
‫دفاع هم دوام درلود‪ .‬هم په هغه وخت کې کابل له مختلفو‬
‫هغو ځایونو څخه په مهاجرو ډک شوی وو کوم چه عربو‬
‫ئې کورونه وران کړي وو‪ .‬او کابل او کابلشاهانو په مینه‬
‫هرکلي کړي وو چه دوی د دیوالونو په جوړولو کې زیاته‬
‫برخه آخستې وه‪ .‬او همدغه یو مهم علت وو چه مامون له‬
‫‪210 of 1205‬‬

‫"مروې" څخه کابلشاه ته یو لوی هئیت له قرآن سره د‬


‫سولې او دوستي په پیام واستاوو‪ ،‬چه دا د پیړیو جنګونه‬
‫ختم شي او دواړه په سوله کې د همسایه په توګه ژوند‬
‫وکړي‪ .‬د ”مامون" د هئیت مشر کابلشاه ته د خپل خلیفه‬
‫له خولې دا دوه خبرې وکړې چه‪:‬‬
‫”دا د خدای کتاب او کالم دی چه خدای په خپل پیغمبر د‬
‫جبرائیل فرشتې له خوا په وحې نازل کړی دی‪ .‬او مونږ‬
‫مسلمانان ایمان پرې لرو‪ ،‬چه قسم کوو او هم خلیفه د‬
‫خپل قسم په خاطر ُمهر کړی هم دی‪ ،‬چه موږ دروغ نه‬
‫وایو‪ .‬دروغ د منافقت برخه ده او په اسالم کې لویه ګناه‬
‫ده‪ .‬او بل داچه؛ دا به بهتره وي چه کابلشاه د یو دوست په‬
‫توګه مروې ته ورشي چه خلیفه او کابلشاه دوه په دوه‬
‫خپلې خبرې په سولې او دوستي حل کړي او رسمي سند‬
‫هم امضا کړي“‪ .‬حتا مامون له کابل شاه څخه د کاپیسا‬
‫شراب هم غوښتي وو‪ ،‬چه د ښې دوست” دپیل نښه یې‬
‫ښودلې وه‪.‬‬
‫د کاپیسا له شرابو څخه مقصد د نني کوهدامن او‬
‫د پروان د باغونو د انګورو شهرت وو‪ .‬چه خصوصا َ د‬
‫‪211 of 1205‬‬

‫یوناني واکمنانو له خوا چه کله ئې کاپیسا پایتخت شوی‬


‫وو‪ ،‬په کوهدامن کې باغونو او انګورو ډیره وده وکړه‪ .‬حتی‬
‫یو یوناني مجسمه ساز د "استالف" په غونډۍ پاس د‬
‫مستي او د شرابو د رب النوع "د یونیزوس" مجسمه هم‬
‫جوړه کړه‪ .‬او کله چه د همدغه پروان‪ ،‬بګرام او کوهدامن د‬
‫عربو له خوا ئې معبدونه چور او ړنګ کړل شول‪ ،‬د ابراهیم‬
‫نومی عرب له خوا چه پالر ئې جبل نومیده هغه مجسمه هم‬
‫ټوک ټوک کړل شوله‪ ،‬مګر باغونه ئې پاته وو چه بیا‬
‫کابلشاهانو باغونه پکې ال هم زیات کړل‪.‬‬
‫کابلشاه چه کله له خپلو "‪ "۱۶‬یا "‪ "۲۶‬مالتړو‬
‫سره مروې ته ورسید‪ ،‬چه له ځان سره ئې د سولې او‬
‫دوستي په منظور ډیرې هدیې هم مامون ته وړې وې‪ .‬مګر‬
‫هغه کانه پرې وشوله چه په کابل کې ډیرو مشرانو کابلشاه‬
‫له تلو څخه پدې دلیل منع کاوو چه "اسالم په ژبه او عمل‬
‫کې کوم اخالقي متحد روح نشته‪ ،‬بلکه همیشه دروغ وائي‬
‫او دا دروغ حتی د خدای په کتاب نومول شوي دي‪ .‬حال‬
‫دا چه موږ پوهیږو چه دا المحدوده کائینات پخپله د خدای‬
‫کتاب دی‪ ،‬همیشنی دی او د هر چا دی …“‪.‬‬
‫‪212 of 1205‬‬

‫نو مامون هماغه دروغ وکړل او کابل شاه یې په ډیره‬


‫نامردي په خپله خیمه کې وواژه‪.‬‬
‫عرب خلیفه مامون د ځوان کابلشاه سر د غنیمت د یو لوی‬
‫کاروان سره د مکې ښار ته په نغاره او مراسمو واستاوو‬
‫پدې شرحه چه‪:‬‬
‫”ما‪ ،‬د کابلستان د کافر پاچا سر مخامخ د جنګ په میدان‬
‫کې پریکړ! خدای په موږ مسلمانانو جهاد فرض کړی دی‬
‫او خدای خپلو مجاهدینو ته د کامیابي وعده په خپل‬
‫مبارک کتاب کې ورکړې ده…“‪.‬‬
‫دوی په خپلو تجاوزونو او په وژنو فخر کولو‪ ،‬ناخبره‬
‫لدې چه ئې بیرته پخپله د خپل اخالقي وجدان له کمزوري‬
‫سره مرسته کوله‪ .‬چه هم په هغو زمانو کې او هم دا اوس‬
‫په ‪۲۱‬م عصر کې د اسالمي منافقت د تیرورستانو د‬
‫تیرورستي هر جنایت کاره عمل د همدې حقیقت دلیلونه‬
‫دي‪.‬‬
‫پدې توګه ځوان کابلشاه د عربو د فریب قرباني شوی‬
‫وو‪ .‬او د مخکې له مخکې نه په کابل د ناڅاپي حملې‬
‫پالن شوی وو‪ ،‬چه د کابل د اوسیدونکو د وژلو او د کابل‬
‫‪213 of 1205‬‬

‫د سیمې د معبدونو د چور او ړنګولو فاجعه سرته‬


‫ورسیدله‪ .‬د عربو د لښکرو قوماندان چه په "کلب" مشهور‬
‫وو په کابل کې د کابل د سین په غاړه چه دا اوس د "شاه‬
‫دوشمشیره ولي" په نوم شهرت لري‪ ،‬په ډیر وحشت د خپل‬
‫پوځ په مخکې د کابل اوسیدونکي چه زیات مهاجر هم‬
‫پکې وو په دوو تورو وژل‪.‬‬
‫دا عرب قوماندان چه اصالَ لقب ئې "کلب" ایښودل‬
‫شوی وو‪ ،‬پدې خاطر چه ‪ ۷‬سپیان به ئې ساتل او دغه‬
‫قاتل عرب دغه سپیان یې د تریاکو په دود عادت کړي وو‪.‬‬
‫او کله کله به چه دا عرب د خپلو فتوحاتو ملانځنه کوله‪ ،‬نو‬
‫په هغو مراسمو کې به یې ځینې اسیران خپلو سپیانو ته‬
‫اچول‪ .‬چه سپیانو به ژوندینې شکول او ده به په ذوق ورته‬
‫قهقه خندل‪.‬‬
‫دا کلب نومي قاتل عرب قوماندان د همدې کابل‬
‫دریا په غاړه‪ ،‬چه هلته یو ډیر پخوانی معبد هم وو‪ ،‬د‬
‫همدې سیمې د مدافعینو له خوا ووژل شو‪ .‬چه او یو لوی‬
‫زیارت ورباندې جوړشوی دی‪.‬‬
‫‪214 of 1205‬‬

‫کابل پدې توګه ‪ ۲۵۱‬کاله د کابلشاهانو د مدافعې‬


‫او هغه مقاومت شاهد شوی وو چه دا یو اخالقي مقاومت‬
‫وو‪ .‬او خصوصا َ چه د عربو د جهالت په وړاندې د‬
‫کابلستان د اوسیدونکو د یو غوړیدلي لوړ فرهنګ د قیام‬
‫واقعي داستان وو‪ .‬یوې خوا ته د روح په روحي روزنې‬
‫والړ د معنویت پاکه عقیده وه‪ ،‬او په مقابل کې ئې د اسالم‬
‫په بازار کې اخالقا َ د کمزورو وجدان د اسالم په خیالي‬
‫جنت خرڅیده‪.‬‬
‫که کابل په هماغه حمله د عربو په خدعه او فریب‬
‫اشغال شوی او لوټ شوی هم وو‪ ،‬مګر ژوندي پاته کسانو‬
‫د عرب داسالم په وحشت او په منافقت له نژدې څخه په‬
‫شاهد کیدلو او د خدای خدائی مقام ته د اسالم له خوا په‬
‫شوي توهین پوهیدلي هم وو‪ .‬نو د عربو د لښکرو په وتلو‬
‫سره د کابل د خلکو په ال ټینګې عقیدې د خپل ورانو‬
‫معبدونو په بیا بیرته جوړولو پیل وکړ چه دا وخت په کابل‬
‫کې "براهمن شاهانو“ واکمني درلودله او براهمانیزم په‬
‫کابل کې قوت وموند‪.‬‬
‫‪215 of 1205‬‬

‫کله چه په هغو وختونو کې د عربو پرله پسې حملې‬


‫جاري وې‪ ،‬نو کابل د یوې لوئې دفاعي کرښې مرکز وو‬
‫چه دا کرښه د غرب په لور تر زابل او سیستان پورې‬
‫رسیدله‪ .‬او د عربو لښکرې به چه کله پدې اوږدې الرې‬
‫ځانونه کابل ته رسول‪ ،‬نو په الره کې به حملې پرې کیدلې‬
‫او بیا به د شیردروازې او د آسمائي د غرو غربي ملنې د‬
‫دوی په جسدونو ډکې شولې چه د عربو په خپلو ماخذونو‬
‫کې د زرهاوو عربو د وژل کیدو اعتراف شوی‪ .‬او‬
‫خصوصا َ چه د د عرب د اسالم خلیفه د کابل ځمکې ته‬
‫"شومه" ځمکه وویله‪.‬‬
‫مګر ناخبره لدې چه دا د اسالم د خپل جنایت شوم‬
‫علت وو چه په خپل مقابل کې ئې د یو اخالقي مقاومت د‬
‫دفاعي قوت داستان جوړاوو‪ .‬چه په کابل‪ ،‬کابلستان او‬
‫کابلشاهانو نومول شوی تاریخ ترې پاته شو‪.‬‬

‫په کابل کې د براهمن شاهانو له اقتدار سره د معبدونو د‬


‫بیا آبادولو کار پوره د قناعت وړ وو‪ .‬مانا دا وه چه خلکو د‬
‫اسالم د جهاد او جنایت ټول وحشت لیدلی وو چه د وینو‬
‫‪216 of 1205‬‬

‫تویولو او د چور او غال الره وه‪ .‬دا رنګه معنوي عکس‬


‫العمل ډیر ژر ښکاره شو‪.‬‬
‫مګر کله چه په غزني کې د "الپتګین" د واکمني نوم خپور‬
‫شو چه د "سامانیانو" یو جنرال وو او په نیشاپور کې‬
‫حکمران مقرر شوی وو‪ .‬چه بیا وروسته د سیاسي شک له‬
‫کبله بخارا ته وغوښتل شو‪ ،‬مګر نوموړی زوړ جنرال چه په‬
‫خټه "ترک ‪ -‬توران" وو بلخ ته په رسیدلو ئې الره له ‪۴۵۰‬‬
‫سوارکارانو سره د غزني په لور واړوله او په غزني کې‬
‫هرکلی شو‪ .‬مګر د یوه کال په موده کې مړ شو او په ځای‬
‫ئې زوی او بیا یو بل جنرال د ‪ ۴ - ۵‬کلو په موده کې د‬
‫واکمني خاوندان شول‪ .‬بااالخره د الپتګین یو غالم وو چه‬
‫په نیشاپور کې ئې په ‪ ۷‬درهمو آخستی وو او ”سبکتګین"‬
‫نومید واکمني ته ورسید‪ .‬دده د واکمني په رسیدلو سره‬
‫کابلشاه "جیپال" سره ئې جنګ شروع کړ او بالخره یې‬
‫کابل او هم ئې لغمان ونیوو‪ .‬دې سړي د کابل ټول معبدونه‬
‫دوباره وران کړل او د یو عام قتل جرمونه ئې سرته‬
‫ورسول‪ .‬او د کابل ‪ -‬لغمان او د لغمان د سیمې په شمول‬
‫چیرې ئې چه معبدونه مخې ته ورتلل ټول ئې په کنډوالو‬
‫‪217 of 1205‬‬

‫واړول‪ .‬او په لغمان کې د بودیزم او هم د میترا لوی معبد‪،‬‬


‫چه بیا ئې مسلمانانو نوم واړاوو او نن په "مهترالم بابا"‬
‫شهرت لري‪ ،‬په ړنګولو کې سبکتګین کې د رواني ناروغیو‬
‫نښې ښکاره شولې‪ .‬په کابل کې نور د مرګ خاموشي‬
‫خپره شوې وه‪ .‬هره خوا وران معبدونه پراته وو او وژل‬
‫شوي جسدونه‪.‬‬
‫او کله ئې چه بیا د واکمني نوبت زوی "محمود" ته‬
‫ورسید د کابل جنوب ته پرته سیمه "د لوګر والیت" کې هغه‬
‫ګام په ګام جوړ شوي عبادت ځایونه ئې د یو قوي پالن او‬
‫ټاکل شوو ورانکاره پوځي ډلې په وسیله وران کړل او هم‬
‫ئې د نومونو د تحریفولو په منظور مالیانو ته د همدې‬
‫وظیفې ترسره کولو او د دې کارونو د تفتیشولو لپاره‬
‫تشکیل جوړ کړ‪.‬‬
‫سبکتګین له "‪۹۷۷‬م څخه تر ‪۹۹۷‬م" میالدي پورې‬
‫واکمني وکړه او محمود له ‪۹۹۷‬م نه بیا تر ‪۱۰۳۰‬م میالدي‬
‫پورې‪ .‬چه په همدې کال مړ شو‪ ،‬زیات جنایتونه یې‬
‫خصوصا َ په هند کې تر سره کړل‪ .‬او همدا محمود وو چه‬
‫ئې د بامیانو ‪ ۳۵‬او ‪ ۵۳‬متري د مجسمو مخونه تر شونډو‬
‫‪218 of 1205‬‬

‫وتراشل‪ .‬او ال مخکې ابراهیم مسلمان او عرب چه کله په‬


‫کاپیسا حمله کوله نو د بامیانو له الرې او له غوربند څخه‬
‫ئې لښکرې ننی " کوهدامن او کوهستان " ته چه په‬
‫کاپیسا یادیدل راورسیدلې‪ ،‬چه ئې د ‪ ۵۳‬متري مجسمې‬
‫له وجود څخه د سروزرو په تارونو پیل شوي مجوهرات چه‬
‫به ئې ملر ته ځال کوله وشکول‪ .‬او بیا د طالبانو له خوا‬
‫‪۲۰۰۱ - ۱۹۹۶‬م " د یو بل عرب په قومانده چه "اسامه بن‬
‫الدن“ نومیده‪ ،‬هغه مجسمې په ډینامیتو والوزول شولې‪ .‬دا‬
‫د اسامه بن الدن یوه داسې شیطاني دسیسه وه چه په‬
‫واقعیت کې ئې ګمان کړی وو چه د دغو مجسمو په دننه‬
‫ځان کې به لکه د "سومنات" د مجسمې په شان چه‬
‫*سلطان محمود ماته کړه‪ ،‬زیات مجوهرات او سره زر وي‪.‬‬

‫دا معلومیږي چه په کابل او کابلستان کې تر ‪۹۹۷‬م‬


‫میالدي مرحلې پورې د اسالم د جنایتونو د ګناه سیوري‬
‫پراته نه وو‪.‬‬
‫‪219 of 1205‬‬

‫*په افغانستان کې دا نیټه د روحي نابودي او د اخالقي‬


‫سقوط د بنیاد نیټه ده چه د سلطان محمود غزنوي د‬
‫واکمني له مرحلې څخه پیل شوله او بیا ئې د افغانستان‬
‫اوسیدونکي تر دا ننه د پیړیو په اوږدو کې له خپل اخالقي‬
‫وجدان څخه ناخبره او پردي پردي د پردي اسالم په غالم‬
‫فرهنګ وتړل!‬
‫زمونږ دا د نن عصر نابودي او د بد نامي او د ګمراه ژوند‬
‫ټول مصایب په هماغه بنیاد تړل شوي دي‪ ،‬چه غالم زاده‬
‫محمود د هند له جهادي غال څخه او له هماغو حرامو څخه‬
‫د سلطاني او امپراطوري واکمني ته ورسي‪ .‬دې مسلمان‬
‫قاتل له ‪۹۹۷‬م څخه تر ‪۱۰۳۰‬م میالدي کال پورې ‪ ۱۶‬ځلې‬
‫هند په جهادي لویو لښکرو چور او وران کړ‪.‬‬

‫د اسالم له پیدا کیدو نه مخکې ننی افغانستان په دو‬


‫جریانو تړل شوی وو‪.‬‬
‫یو‪ :‬هغه جریان چه د منځنۍ آسیا قامونه د افغانستان‬
‫خاورې ته راواووښتل او کله به ئې چه هم تر خپلو منځنو‬
‫او هم یو د بل په مقابل کې د مخالفو قامونو تر منځ‬
‫‪220 of 1205‬‬

‫جنګونه د افغانستان په خاوره کې سر ته ورسول‪ ،‬نو بیا‬


‫به دا راغلي قامونه د هند خاورې ته په تلو او په حرکت‬
‫شول‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬دا د هند د عقیدې او د فرهنګ جریان وو چه د‬
‫افغانستان زیاتې سیمې ئې په ځان وتړلې‪ .‬پدې توګه له‬
‫یوې خواه د جنګ خوی چه له جنګونو څخه په افغانستان‬
‫کې پاته شو‪ ،‬مګر بله خوا د یوې اخالقي عقیدې د روحي‬
‫سکون او سالمت د خاموشه معنوی جهان عبادت‪.‬‬
‫د یوناني ‪ ۲۵۰‬کلنې واکمني په دننه یونانیانو کې چه بلخ‬
‫ئې مرکز وو د "هومروس" د "ایلیاد" او د "اودیسه" له‬
‫کتابونو او کیسو څخه یا د "زیوس" د رب النوع له عقیدې‬
‫څخه په پیروي په افغانستان کې د مطالعې وړ څه ندي‬
‫پاته‪ .‬یواځې د قوت سمبول د نیمه رب النوع "هرکیول"‬
‫مجسمې‪ ،‬یو د سمنګانو په سیمه کې‪ ،‬دوهمه د چترال د‬
‫غرنۍ سیمې په ملنه کې جوړیشوې وې‪ .‬او یوه د‬
‫”دیونیزوس“ مجسمه د کوهدامن د استالف په غونډۍ پاس‬
‫جوړه شوې وه‪.‬‬
‫‪221 of 1205‬‬

‫نوټ ‪ :‬دلچسپه ده چه کله زه په خارج کې په تحصیل کې‬


‫ووم‪ ،‬زما یو څو د پوهنځي همصنفان یوناني وو‪ .‬چه یو‬
‫"پطروس" نومیده بل "هاراالمبوس پالس" او دریم "تکیس"‬
‫نومیده‪ .‬دغه تکیس نومی یوناني ماته یوه ورځ په‬
‫افغانستان کې د تیرو شوو یوناني واکمنانو د کیسو په‬
‫ترڅ کې وویل چه؛ ’البته اشاره یې نني پروان او کوهدامن‬
‫ته وو‘ ماته زما هم د مور له خوا او هم د پالر له خوا‬
‫سپین سرو نیاکانو "انۍ ګانو" له یوې قوالې څخه خبرې‬
‫کړې وې‪ .‬زما یاد شي چه دوی ویل چه زموږ ځمکې په‬
‫کوهدامن کې د رسمي قوالې په سند شته دي’‪ .‬چه په هغو‬
‫زمانو کې په پوست لیکل شوې وې … او هم ئې د‬
‫"دیونیزوس" له رب النوع نه یادآورنه وکړه او همدې زما‬
‫هم صنفي یوناني "تکیس" د وژل شوي واکمن‬
‫"سلوکوس" د قبر له ځای نه هم نوم واخیست چه په یوې‬
‫مغارې کې دننه د ‪ ۹‬دروازو بیل بیل قلفونه ئې د قبر تونل‬
‫ته آچول شوي دي“‪.‬‬
‫‪222 of 1205‬‬

‫البته له یونانیانو څخه په تخار‪ ،‬په کندز‪ ،‬مزار‪ ،‬بلخ‪،‬‬


‫سمنګانو‪ ،‬جوزجان او فیض آباد کې ډیر تاریخي آثار‬
‫خامخا پاته شوي دي‪ .‬لکه څرنګه چه "آی خانم" نومی‬
‫ځای ئې ښکاره مثال دی‪.‬‬

‫نوټ‪” :‬دا ځای ما په خپله لیدلی دی" او هم په تیرو کلونو‬


‫کې هلته په همسایه والیت کې څو زلزلې وشولې او د غرو‬
‫له ښویدلو سره د پخوانیو آثارو ځینې نښې راښکاره‬
‫شولې‪ ،‬چه د یوناني تمدن له بقایاوو څخه وې‪ .‬خصوصا َ د‬
‫اوبو رسولو دوه نلونه ئې پام ځانته آړاوو چه لکه د پخو‬
‫خښتو په شان دا نلونه همداسې له پخې خټې جوړ شوي‬
‫وو چه ښار ته د اوبو رسولو شاهدې پکې وه‪ .‬البته دغه‬
‫ټول تاریخي آثار د مجاهدینو د اقتدار له وخته راهیسې‬
‫"‪ "۱۹۹۶ - ۱۹۹۲‬تر دا ننه چور او لوټ شول او پټې‬
‫کیندنې د نورو ملي منابعو ترڅنګ اوس هم دوام لري‪.‬‬

‫او کله چه یونانیان په بلخ کې میشته شول‪ ،‬په بلخ او‬


‫شاوخوا سیمو کې د "زردشت" د ارشاداتو پیروي هم‬
‫کیدله‪ .‬او دا د عقیدې تسلسل په سیستان کې هم وو‪ .‬چه‬
‫‪223 of 1205‬‬

‫بیا له سیستان څخه غزني ته هم آتشکدې رارسیدلې وې‬


‫او له غزني څخه د لوګر په لور غربي ځینې سیمې ال اوس‬
‫هم د لوګر سجاوڼ ته نژدې د آتشکدو آثار لري‪ .‬لکه د‬
‫”څپړې“ د غره شاوخوا اوسیدونکي د "جمشید پاچا" له‬
‫هغو عسکرو خبرې کوي چه دوی وائي په ژمي او واورو‬
‫کې د جمشید پاچا لښکرې موږ لیدلي دي چه د څپړې‬
‫غره په بیخ کې خیمې وهي‪.‬‬
‫البته که دا د واورو سراب هم دی‪ ،‬مګر د جمشید پاچا‬
‫نوم مهم دی او هلته درۍ لوړ ځایونه او غونډۍ هم شته‬
‫چه د "ابومسلم" پهلوان او د دیو د جنګ کیسه لري‪ .‬او‬
‫هره جمعه به د هغې غونډۍ مخې ته ډولونه ووهل شول‬
‫ځکه چه خلکو به ویل چه د دیو زخمونه چه کله په ښه‬
‫کیدلو شي نو بیا چه د ډول غږ واوري بیرته ئې زړه‬
‫ولویږي‪ ،‬ګمان کوي چه ابو مسلم پهلوان ژوندی دی‪ .‬نو د‬
‫هغه له ډاره بهر راوتلی نشي او که را اووځي نو دا دیو به‬
‫ډیر خلک ووژني‪.‬‬
‫هلته یوه ادیره هم شته چه د یو قبر په سر ئې ما ته‬
‫یو تبر راوښود‪۱۹۵۰" ،‬م" چه له لوئې او پلنې تیږې څخه‬
‫‪224 of 1205‬‬

‫جوړ شوی تبر وو‪ .‬مګر بیا یو چا وویوړ معلوم نشو چه غل‬
‫ئې څوک وو او چیرته هغه مهم تاریخي اثر خرڅ شو؟ د‬
‫بلې آتشکدې ځای د "کاکو" د غونډۍ په سر نښې لري‪.‬‬
‫دوهم ئې د "میرابدال" د غره څوکه ده چه هم کاکو او هم‬
‫میرابدال تحریف شوي نومونه دي چه اسالم له ټولو‬
‫تاریخي عابدو سره همدا کار کړی دی او اوس د زیارت په‬
‫نوم یادیږي‪ .‬د آتشکدې بل ځای د "سرایک" کال ده‪ .‬په‬
‫همدې سیمه کې ال هم له هغو زمانو ځینې نومونه پاته دي‬
‫چه یو نوم د "اورمړ" نوم دی‪ .‬اورمړ او "لویه پادخا" د‬
‫دواړو سیمو اوسیدونکي د زردشت د آتشکدو پیروان وو او‬
‫ال نن هم په هماغو سیمو کې د "برات" په نوم شپه کې‬
‫څراغونه لګول کیږي او تر نیموې شپو ئې هلکان له یو‬
‫ځای نه بل ځای ته وړي‪.‬‬
‫او د کابلشاهانو او د عربو د جنګونو په کلونو کې به‬
‫چه کله یوه ډله یا واکمن او یا نور له سیستان څخه د پکتیا‬
‫ګردیز نومی ځای ته یا کډه شول او یا به مجبور په عقب‬
‫نشیني شول‪ ،‬نو دوی ته به ئې په ګردیز کې "ګبر" ویل چه‬
‫‪225 of 1205‬‬

‫هماغه مقصد د زردشتیزم د عقیدې ده‪ .‬او ګمان کیږي چه‬


‫د ګردیز باالحصار ننی ځای پخوانۍ آتشکده وه‪.‬‬
‫او کله چه بیا د بودیزم پیروان د لوګر په سیمه کې له‬
‫خپلو معبدونو سره ګام په ګام تر سجاوڼ او خروار پورې‬
‫او ها خوا تر غزني ډیر شول نو بیا دغه آتشکدې مړې‬
‫شولې او یا له هغه ځایه کډه شول او یا هم د بودیزم‬
‫پیروي ته واوښتل‪.‬‬
‫لدینه معلومیږي چه د زردشت د عقیدې جریان له‬
‫ایران څخه د نني افغانستان ځینې سیمې په ځان تړلې‬
‫وې‪ ،‬خو لکه یو تنګ کشکن )دهلیز( د بودیزم تر جریان‬
‫پورې د "ستر آشوکا" تر زمانې پورې په کم تاثیر ئې اثر‬
‫پرې ایښی دی چه البته دا د ایران د ساساني‬
‫امپراطوري له فرهنګ او عقیدې څخه پاته نښې دي‪ ،‬چه د‬
‫هندوکش له جنوبي سیمو څخه له لوګر څخه پرته په بله‬
‫جنوبي سیمه کې داسې نښې چه د "آتش پرستي" له‬
‫عنوان الندې ئې شهرت درلود‪ ،‬لیدل شوي ندي‪ .‬کابل او‬
‫کاپیسا هم پداسې تاریخي بقایاوو شاهد شوي ندي‪.‬‬
‫‪226 of 1205‬‬

‫مخکې له اسالم نه د عقیدو له نظره د نني افغانستان‬


‫د خاورې څهره روښانه ده‪ ،‬مګر د خلکو او نفوس موضوع‬
‫تیاره پاته ده‪ .‬او هغه بله د مطالعې وړ موضوع داده چه‪:‬‬
‫‪ -‬د عربو لښکرو که هر څه وکړل‪ ،‬وژنې ئې وکړې‪ ،‬د‬
‫اسیرانو مرۍ ئې پریکړې‪ ،‬او د ښځو تی ئی پدې عربي‬
‫وحشي ذهن پریکړل چه لدې تیو څخه د کافرانو بچیان‬
‫شیدې څیکي‪ .‬او که کورونه او معبدونه ئې وران کړل‪ ،‬مګر‬
‫دا عرب نه وو چه د خپل خشم اسالم د خدای او د دین په‬
‫نوم د کابل په خلکو ومني او یا ئې په افغانستان کې پیاده‬
‫کړي‪ ،‬بلکه د کابل او کاپیسا "پروان‪ ،‬کوهدامن‪ ،‬نجراو‪،‬‬
‫تګاو او کوهستان" خلکو د کابل د براهمن شاهانو آخری‬
‫پاچا "جیپال" له شکست وروسته څخه هم په پټه یا په‬
‫لوڅه خپلې عقیدې ملانځلې‪.‬‬
‫علت دا وو چه دوی په اسالم کې خشم او وحشت‬
‫لیدلی وو‪.‬‬
‫‪ -‬له اسالم څخه د انسان دننه د روحي اخالقو معنوي‬
‫جهان ته نه د سولې‪ ،‬نه د دوستي او نه هم د خدای‬
‫پرستي د عبادت آواز رسیده‪.‬‬
‫‪227 of 1205‬‬

‫او بیا په وروسته پیړیو کې د کابل په خلکو د اسالم‬


‫فشار خصوصا َ د غزنویانو په واکمني کې د مالیانو او‬
‫مبلغینو او حتی مفتشینو له خوا ډیر شو‪ ،‬مګر بیا د اسالم‬
‫د خشونت په مقابل کې دروني پټه تیښته ولیدل شوله چه‬
‫اکثره "صوفیزم" ته پناه ویوړه او په کابل کې داسې‬
‫صوفیان پیدا شول چه خپلو سینو کې ئې د اسالم پیغمبر‬
‫د اسالم جهاد او جنت ځای ندرلود‪ ،‬بلکه د دوی سینې د‬
‫خدای کور وو نه کعبه‪.‬‬
‫دوی پوهیدلی وو چه ملونځ یو ظاهري او بدني حرکت‬
‫دی‪ ،‬او د معنوی عبادت وسیله نده او دا حرکات په‬
‫مسلمانانو کې په عادت آووښتی دی چه اخالقي فضیلت‬
‫پکې نه وو‪.‬‬
‫دا چه د عربو هر رنګه جنایتونو د کابل او کابلستان‬
‫په خلکو ونشوای کړای چه اسالم په خلکو په زور ومني‪،‬‬
‫بل علت ئې دا وو چه پدې خاوره کې پیړۍ په پاکې‬
‫“انساني او اخالقي" عقیدې تیرې شوې وې او هیڅکله د‬
‫سیاسي خشم ګناوې او تیارې د دین او د خدای په نوم‬
‫پریوتې نه وې‪ .‬دا د پیړیو او د اوږدو زمانو خبره وه‪ .‬هر‬
‫‪228 of 1205‬‬

‫څه په یوې اخالقي سولې او دوستي کې د سینو د روحي‬


‫پاکي جهان کې راټول وو او صداقت د ژوند رهنما قوت‬
‫وو‪ .‬دې پاکې خاورې همدا ټینګ والی درلود‪ ،‬دلته عقیده‬
‫خامه نه وه چه د اخالقي کمزورتیا چولې پیدا کړي او بیا‬
‫د اخالقو دښمن اسالم خپل منافقت ته له همداسې خامي‬
‫څخه زمان او زمینه برابره کړي‪.‬‬
‫موږ پوهیږو چه د عربو د اسالم وحشت حتی د ډیرو‬
‫مستقلو ملتونو مورنۍ ژبې ال واړولې او ورکې ئې کړې او‬
‫په ځای ئې عربي خپله ژبه په هغو خلکو د ژبو په پریکولو‬
‫تحمیل کړه‪ .‬چه مصر‪ ،‬سوریه او ځینې نور ملکونه په‬
‫شمالي افریقا کې ئې تاریخي مثالونه او سندونه دي‪.‬‬
‫کابل او کابلستان کې هم حتی د خلکو په وینې ژرنده تاو‬
‫شوله او ژبې پریکړل شولې‪ ،‬مګر خلکو خپلې ژبې‬
‫وساتلې‪ .‬عرب پدې پوهیدلي وو چه د یو پټ انتقام پالن‬
‫ومني‪ ،‬او انتظار وباسي‪.‬‬
‫او پوښتنه داده چه پدې خاوره کې د عربو د جنایتونو‬
‫په مقابل کې د دې خلکو د "اخالقي مقاومت" داستان‬
‫هسې ساده خبره نده‪ ،‬ځکه چه موضوع د کوم ځانګړي‬
‫‪229 of 1205‬‬

‫قام د قامي قیام په احساساتي فخر ندریږي‪ ،‬بلکه هغه‬


‫خطر چه دا نن په شلمه پیړۍ کې د اسالم د تیرور او‬
‫جنایتونو له خوا بشریت ته متوجه شوی دی‪ ،‬څو پیړۍ‬
‫پخوا د دې خاورې اوسیدونکي ئې مخې ته ‪ ۲۵۰‬کاله په‬
‫قیام دریدلي وو‪ .‬نو آیا ولې او څرنګه دا رنګه په سینو کې‬
‫روزل شوی یو سپیڅلی اخالقي روح له منځه والړ او ځای‬
‫ئې پدې هیواد کې یوې معنوي خالیګاه ونیوله او دا خلک د‬
‫خپل وجدان په ځای د پردي عرب د جنت د غوښتلو غالمان‬
‫شول؟‬
‫حتی دوی پدې نژدې کلونو کې چه شلمه پیړۍ په‬
‫پای ته رسیدلو وه او د شوروي د متجاوز پوځ په مقابل‬
‫کې خپل ټول انساني مقاومت او د قیام د قوت لوړې‬
‫حوصلې او د تندې او د لوږې په مقابل کې د بې ساري‬
‫صبر او تحمل او د ستومانیو او بې خوبیو هر څه ټول‬
‫توان او ټول انساني فداکارۍ او خپلې وینې‪ ،‬مګر د پردي‬
‫اسالم په پوښو کې یې د اسالم د سالمت په خاطر‬
‫کیښودل! ولې داسې اخالقي سقوط او زوال ته راورسیدل؟‬
‫‪230 of 1205‬‬

‫دریمه برخه‬
‫‪231 of 1205‬‬

‫معنوي خالیګاه‬

‫په افغانستان کې د معنوي خالیګاه د بنیاد نیټه‬


‫‪ - ۹۹۷‬میالدی ګنلی شو‪ .‬دا نیټه په افغانستان کې‬
‫داخالقي زوال د تشویق د پیل نیټه ده او د لوی هند‬
‫خاورې او خلکو ته د یو کابوس د وحشت د پیل نیټه‬
‫هم ده‪ .‬چه د ‪ ۳۲‬کاله واکمني په موده کې ئې "‪۹۹۷‬م ‪-‬‬
‫‪۱۰۳۰‬م‪ ،‬پورې شپاړلس ځله په جهادي لویو لښکرو د هند‬
‫شتمني لوټ کړه‪ .‬ښارونه او معبدونه ئې ونړول او په‬
‫لسهاوو زره اسیران ئې الس تړلي غزني ته راوستل‪.‬‬
‫پدې خاوره کې معنوي خالیګاه لداسې یو چا څخه‬
‫شروع شوه چه یو غالم زاده وو او پدې خاوره کې واکمني‬
‫ته ورسید‪ .‬نوم ئې "محمود" وو چه د هند له خلکو او‬
‫خاورې څخه د غال او د عام قتلونو او د جهادي غنیمت او‬
‫چور په حرام او بې حسابه ثروت د "سلطان محمود" په‬
‫لقب شهرت ته ورسید‪.‬‬
‫هر کړي جنایت ته به ئې په دربار کې شاعرانو‬
‫شعرونه جوړول او هرې غال ته به ئې چکې وهلې‪ .‬او بیا‬
‫‪232 of 1205‬‬

‫به ئې هم د دوباره تجاوز او جهاد لپاره هماغو شاعرانو د‬


‫تشویق شعرونه ویل‪ .‬او د داسې یو بنیاد او تشویق ریښې‬
‫د افغانستان په خاوره کې په پیړیو پیړیو وځغلیدلې‪ .‬او ال‬
‫نن هم د ښونځیو په کتابونو کې او هم بیا وروسته د‬
‫دولتي تعلیمي نساب په چوکاټ کې د سلطان محمود د‬
‫جنایت هماغه تشویقي شعرونه ښونځیو ته ننوتل چه د‬
‫شاګردانو په ناخبره او معصوم ذهني جهان کې د هغه‬
‫وخت د تجاوزونو په فخر یو آرمان پیدا کوي‪ .‬او دا رنګه‬
‫جرمونو ته د افغانستان روشنفکرانو د افغانستان د تاریخ‬
‫په زرینو پاڼو عنوانونه ورکړل چه ال هم دوام لري‪ .‬د عبرت‬
‫خبره خو داده چه سلطان به هم په خپل دربار کې د‬
‫لسهاوو شاعرانو په لویه پیمانه د ثروت په بښلو تشویقول‪.‬‬
‫او له هماغو زمانو پاته ماخذونو څخه څرګندیږي چه د یو‬
‫مداح شاعر کورته سلطان په فیل بار زر په هدیه واستول‬
‫او د هغه شاعر د کور د نغري اوسپنه ال له سپینو زرو ذکر‬
‫شوې ده‪ .‬بې لدې چه په سلطان او هم په نورو کې کومه‬
‫ورځ او یا کومه شیبه او لحظه ال دا پکر پیدا شي چه دا‬
‫دومره د حرام ثروت له کومه شول‪ ،‬چه د هند د خلکو د‬
‫‪233 of 1205‬‬

‫میندو او د ماشومانو او د سپین ګیرو وینې پرې پرتې‬


‫دي‪ .‬چه همدې سلطان هغوی د کافرانو په نوم ووژل‪.‬‬
‫لکه څرنګه چه د تجاوز په یو سفر کې چه هره خوا د‬
‫سلطان د لښکرو د جهادي حملو په اسالمي تکبیرونو او د‬
‫"اهلل اکبر" په ځوګ او د کافرانو د وژلو په ذوق کورونه‬
‫چورکیدل او د نیول شوو ډلو سرونه پریکیدل او دیوالونه‬
‫نړیدل‪ ،‬بله خوا د مرګ او مهاجرت او د تیښتې او وارخطا‬
‫منډو‪ ،‬ژړاوو او کوکو چیغې په ځمکه او آسمان خپرې‬
‫وې‪ .‬یو زوړ براهمانیست ځان هغه ځای ته ورساوو چه د‬
‫ټولو لښکرو په سر کې سلطان تورې د هند په مظلومو‬
‫خلکو کوزولې‪ .‬او پدې وخت کې د سلطان د الس ګوتې د‬
‫تورې په قبضې د وینو د غلظت له کبله ټینګې سریښ‬
‫شوې وې‪ .‬او یو مجاهد ئې اوبه په الس تویولې‪ ،‬چه‬
‫هماغه براهمانیست هم د اوبو کوزه په الس له سپین‬
‫زوړکي جوړ شوي د تسلیم له اشارې سره ځان سلطان ته‬
‫ورساوو‪ .‬سلطان ګمان وکړ چه د اسالم منلو ته ورغلی‬
‫دی‪ .‬او ورته ئې وویل چه اسالم ومنه! او که اسالم د ومانه‬
‫ژوندی به پاته شې!‬
‫‪234 of 1205‬‬

‫ویل کیږي چه کله سلطان د خپل الس توره هم په‬


‫اوبو مینځله‪ ،‬مګر هماغه براهمانیست خواهش ترې کړی‬
‫وو چه توره پرینمینځي پدې دلیل چه څو شیبې وروسته به‬
‫دده وینه هم دده د خپلو خلکو له وینې سره د تورې په سر‬
‫یو ځای ګډه شي چه آرزو یې همدا ده‪ .‬مګر سلطان‬
‫وروسته له هغه د براهمان په خبرو پوه شو چه کله ئې له‬
‫سلطان څخه مخکې له وژلو د څو پوښتنو ځوابونه غوښتي‬
‫وو‪:‬‬
‫‪ ۰۱‬ته یو تُرک ئې سلطانه او اسالم د عربو دی‪ .‬که عربو‬
‫ستا کور چور کړی وای او ستا ښځه او لور ئې له تانه د‬
‫کافر په پلمه ستا تر مخ له ځانو سره بوولې وای او ستا‬
‫پالر او مور ئې ستا تر مخ وژلي وای‪ ،‬نو آیا تا به د عربو‬
‫دا کار منلی وای؟ او که فرضا َ هغه عرب نه وای‪ ،‬بلکه د‬
‫هند خلک وای او ستا هیواد یا د عربو هیواد ته په همدې‬
‫تجاوز ورغلي وای‪ ،‬آیا همدا کار به تاسو ته د دین په نوم‬
‫د منلو وو؟ سلطانه؛ دا د وژلو کار دی نه دین‪.‬‬
‫‪ .۲‬که چیرې په هند کې ثروت نه وای آیا ته به بیا هم له‬
‫لښکرو سره راغلی وای؟ که داسې وي‪ ،‬نو هلته خو ستا‬
‫‪235 of 1205‬‬

‫خپل قام پروت دی چه فقر وهلي او هم ئې اسالم ندی‬


‫منلی‪.‬‬
‫‪ .۳‬غواړم چه تا سلطان ته په مینه وګورم‪ ،‬دا زما عقیده ده‬
‫چه تاته د دښمن په سترګو نشم کتلی‪ .‬که څه هم زما د‬
‫کورنۍ ټول واړه‪ ،‬زاړه ستا په توره زما تر مخ ووژل شول‪،‬‬
‫مګر تاته زاری کووم چه زموږ په وژلو خپل ځان مه وژنه‬
‫سلطانه! په خپل روح د رحم وکړه! ته خپل روح وژنې!‬
‫یوازې وجود د وینم چه اضطراب تیروي او دا اظطراب په‬
‫همدې سرو زرو کې پراته دي چه ته ئې زموږ له هیواد نه‬
‫وړې‪ .‬او همدا زر دي چه ستا په ژوند حکومت کوي او له‬
‫تا څخه د حرص ال ډیر او ال نور غواړي‪ .‬او دا ډیره‬
‫غوښتنه یو اظطراب دی چه تا به لیونی کړي او ته به هغه‬
‫وخت پوه شې چه مرګ تاته …“‪.‬‬
‫سلطان محمود نور له حوصلې وتلی وو او په‬
‫براهمانیست ئې په ډیر قهر توره پورته کړه‪ ،‬مګر هغه‬
‫براهمانیست خپله سینه وروښودله چه "سلطانه! دا ځای‬
‫ووهه! ځکه چه زما د روح ځای دا سینه ده همدا سینه ده‬
‫‪236 of 1205‬‬

‫چه نغواړي چه د اسالم د جنایتونو په منلو ککړه شي!“‪.‬‬


‫نور ئې ساه وتلې وه…‬
‫دا سلطان واقعا َ لیونی شو‪ ،‬چه د دوی خپل ماخذونه‬
‫په همدې واقعیت اعتراف کوي‪ .‬او دا لیونتیا هغه وخت‬
‫ورته پیدا شوله چه کله په پنځلسم ځل لښکرې د ګوجرات‬
‫غربي سیمې هدف وه هلته چه د هغې سیمې یو مشهور‬
‫معبد وو‪ ،‬چه هغه ”سومنات“ نومیده او د "شیوا" یوه لویه‬
‫مجسمه پکې وه‪ .‬د شیوا پیروانو له سلهاوو کیلو مترو به د‬
‫ګنګا له رود څخه اوبه رارسولې او دا مجسمه او هغه لویه‬
‫حویلۍ چه معبد پکې جوړ شوی وو چه ‪ ۴۰‬جریبه شاوخوا‬
‫ئې ملحقات هم درلودل ټول به د ګنګا په اوبو مینځل کیدل‪،‬‬
‫چه ګنګا د هند خلکو ته مقدس وو‪ .‬ددې معبد د ثروت‬
‫شهرت د سلطان محمود غوږو ته د شعر او مداحي په یو‬
‫محفل کې شاعرانو ورساوو‪.‬‬
‫بله خوا په هر ځل به چه د مرګ لښکرې‪ ،‬چه اسالم‬
‫به د "خدای لښکرې" ورته ویلې‪ ،‬په هند وروستلې هلته به‬
‫ئې بیا د جاسوسي یو لوی تشکیل په فعالیت پریښود‪ ،‬چه‬
‫پوه شي چه د هند نور کوم ښارونه ماړه دي‪ .‬د سومنات د‬
‫‪237 of 1205‬‬

‫"شیوا" رب النوع ته سلګونه کلي وقف شوي وو چه له‬


‫حاصالتو به ئې نذرانه جمع کیدله‪ ،‬او ‪ ۱۰۰۰‬نفره‬
‫براهمانیانو ئې خذمت کاوو‪ .‬په ځینو مراسمو کې لسهاوو‬
‫ښځو به د شیوا مخې ته په مذهبي ساز نڅاوې کولې‪.‬‬
‫د سلطان محمود په فرمان په غزني کې د جهاد‬
‫نغارې په کال ‪ ۱۰۲۵‬میالدی‪ ،‬د اکتوبر میاشت کې وغږول‬
‫شوې‪ .‬او لښکرو تر سومنات پورې ‪ ۱۱۰۰‬کیلومتره الره په‬
‫شوق ووهله‪ .‬پدې ځل د بغداد خلیفه خپل یو سفیر او‬
‫هئیت د یو آیت په تذکار له سلطان څخه ددې لوی جهاد‬
‫پنځمه برخه هم غوښتې وه چه ئې غزني ته آستولی وو‪.‬‬
‫پدې عام قتل او چور کې هغه څه چه د سلطان محمود‬
‫برخه شوله هغه د هغې زمانې له میلونونو آوښتې‪ .‬په یو‬
‫روایت سلطان ته ټول شل میلونه دینار په الس ورغلل‪ .‬په‬
‫هغه وخت کې د بهترین آس قیمت ‪ ۳۰‬دیناره وو‪’ .‬یو دینار‬
‫= ‪ ۴،۲۵‬ګرام وزن د سرو زرو‘‪ .‬او هغه نور غنیمت ئې چه‬
‫تر السه کړل ټول په ‪ ۲۰۰۰۰۰‬حیوانانو بار شوي وو چه‬
‫کله بیرته غزني ته په راستنیدلو وو‪ .‬او هم ئې د مجسمې‬
‫ماتې پارچې په تبرک پدې مقصد غزني ته راوړې وې چه‬
‫‪238 of 1205‬‬

‫د بغداد خلیفه ته ئې هم واستوي‪ .‬دې لښکر کشي چپاول‪،‬‬


‫چور‪ ،‬نړول او وژلو پنځه نیم میاشتې وخت نیولی وو چه‬
‫بیا بیرته غزني ته ستون شو‪.‬‬
‫د لیونتیا نښې هغه وخت په سلطان محمود کې‬
‫ښکاره شولې چه کله ئې د مجسمې ماتول د یو خاصې‬
‫لوئې لښکري ډلې په مخصوصو وسایلو په دریمه ورځ تر‬
‫سره کړل‪ .‬او کله چه د لوئې مجسمې له نس څخه مختلفو‬
‫جوهراتو فوران وکړ‪ ،‬نو سلطان یو په یو په لویدلو‬
‫جواهراتو کې څمالست او پرله پسې پکې رغړیده او‬
‫جواهرات او سره زر ئې په خپل سر بادول‪ .‬او چا چه تر‬
‫هغې ورځې پورې د سلطان خندا لیدلې نه وه‪ ،‬دادی چه‬
‫اوس به ئې د املاسو یو غمی په خوله کې واچاو او بیا به‬
‫ئې بیرته په راویستلو په زوره له خندا کولو سره ټول ځان‬
‫او السونه په ریږدیدلو شول‪ .‬او بیا به یو په یو غلی شو‪.‬‬
‫شاوخوا والړو قوماندانانو ته به ئې توند توند وکتل‪ ،‬لکه‬
‫داسې چه یو زخمي حیوان په هغو والړو کسانو حمله‬
‫وکړي‪.‬‬
‫‪239 of 1205‬‬

‫د دې سړي آخرینۍ لښکرکشي د ملتان په ښار وو‬


‫چه په شپاړسم ځل ئې جنایتونه تر سره کړل‪ .‬بیا نو ‪۵۹‬‬
‫کلني عمر د مرګ په چنګال کې ولوید او په اشاره ئې‬
‫والړو قوماندانانو ته وویل چه ټول سره او سپین زر او له‬
‫جواهراتو ډک دیګونه او صندقونه د له عمومي انبار خانې‬
‫او هم خصوصا َ د شاهي له زیرمه جایه راوباسي‪ .‬او دا‬
‫صندقونه چه تعداد ئې ‪ ۸۰‬ته رسیدل پداسې حالت کې د‬
‫سلطان مخې ته کیښودل شول چه په خپل تخت ناست وو‪.‬‬
‫او شاوخوا والړو څخه آواز نه خوت‪ ،‬په ټولو د مرګ یوه‬
‫خاموشي پرته وه‪ .‬سلطان محمود هر یوه دیګ ته په وار‬
‫وار په کتلو بیا به بیا کتل! دا هغه شیبې وې چه په واقعیت‬
‫کې پدغو ډکو دیګونو کې پرتو جواهراتو سلطان ته کتل‪،‬‬
‫چه ئې د هغه عام قتلونه او د وژل شوو په مرګ پراته‬
‫زرهاوو جسدونه‪ ،‬د زخمیانو ځګروي‪ ،‬د فرار کوکې او‬
‫سلطان ته د زاریو خواشینې جیګی ور په زړه کولې او په‬
‫خاموشه آواز یې پوښتنې تر کولې چه ولې ِد د هند مظلوم‬
‫خلک ووژل؟ دادی ای د غلو سلطانه! چه د زرو او ثروت‬
‫حرام او حرص تاته له مرګ څخه نجات نشي درکولی!! او‬
‫‪240 of 1205‬‬

‫له تا نه همدا "حقیقت" هیر وو چه هغه "خدای" او هغه‬


‫حقیقت "مرګ" دی! روحا َ ستا مرګ بیرته ستا له خوا له‬
‫پخوا څخه خدای او مرګ له یاده ویستلي وو‪.‬‬
‫د سلطان محمود سر په سینې لویدلی وو‪ .‬شاوخوا‬
‫الس په نامه والړو قوماندانانو‪ ،‬شاعرانو او د دربار نورو‬
‫کسانو‪ ،‬مالیانو او په دینی عاملانو نومول شوو ټولو‬
‫سترګې ځمکې ته نیولې وې‪ ،‬پدې انتظار چه د سلطان له‬
‫خوا د بلې کومې غوښتنې اشاره وشي‪ .‬مګر دې انتظار‬
‫چه کله څو ساعتو ته ورسید نو بیا د "آیاز" نومي غالم‬
‫پرې پام شو‪ ،‬کوم چه دا "آیاز" نومی له منځنۍ آسیا څخه‬
‫په پخوا کلونو کې د یو قام مشرې ښځې د نورو هدیو په‬
‫جمله کې سلطان ته د هغه هلک د ښکال په خاطر آستولی‬
‫وو چه د سلطان د "بچه بازي" تمایل او شهرت درلود‪ .‬د‬
‫سلطان سر په خپلې سینې د مرګ په خاموشی پریوتی‬
‫وو‪ ،‬له سترګو ئې اوښکې په مخ او له خولې ئې وینې په‬
‫ګریوان بهیدلې وې! ‪۱۰۳۰‬م د اپریل ‪ ،۳۰‬د دوهمې ربیع‬
‫میاشت کال ‪.۴۲۱‬‬
‫‪241 of 1205‬‬

‫که سلطان مړ هم شو الکن د سلطان په سر د جهاد‬


‫تاج د هغه له مرګ وروسته هم په ال زیات فخر تر پیړیو‬
‫پیړیو ژوندی پاته شو‪ .‬د هغه د جهاد ستاینه په کورونو کې‬
‫په جماتونو کې‪ ،‬له یوه قام نه بل قام ته ټینګې ریښې‬
‫وځغلولې‪ .‬او په یو آرمان واووښت چه دا آرمان د پښتنو د‬
‫قام په پیژندلو کې د مطالعې له مهمې برخې څخه‬
‫موضوع ده چه په ملړي ځل د پښتنو له قام څخه خبره او‬
‫څرنګه والی د سلطان محمود د واکمني په کلونو کې‬
‫میدان ته اووځي! ځکه چه د جهاد په آرمان کې او د‬
‫تجاوز او جنایت له ټولو جرمونو سره‪ ،‬سلطان محمود د‬
‫پښتنو قامونه په خپلو لښکرو کې شریک کړي وو‪ .‬او‬
‫پښتانه په ملړي ځل په یو دولتي او پوځي مټ د غال‪ ،‬د‬
‫چور او د چپاول خوند لیدلی وو‪ .‬او په ملړي ځل یې د‬
‫اسالم الره لیدله چه د دوی تر خپلو منځو د دوامداره‬
‫دښمنیو او یو په بل د تجاوزونو له خوی سره برابر وو‪ .‬او‬
‫په همدې خصلت لرلو وو چه اسالم د دوی منلی دین شو!‬
‫او کله چه بیا د غزنویانو د واکمني ملنه د غورشاهانو له‬
‫خوا ټوله شوله او غورشاهانو ته اقتدار ورسید‪ ،‬مګر دا ځل‬
‫‪242 of 1205‬‬

‫غورشاهانو هم د غزنوي د دورې د جهاد د آرمان تاج په‬


‫خپل سر ایښی وو‪ .‬او په هند حملې پیل شولې چه بیا هم‬
‫د پښتنو د قام له خوا تر سره شولې‪ .‬هغه د سلطان‬
‫محمود د جهاد کیسې چه په جماتونو او کورونو کې‬
‫کیدلې‪ ،‬دادی چه د هماغه وخت د جهاد د آرمان فرصت‬
‫بیا د پښتنو الس ته ورغلی وو‪.‬‬
‫او له همدغو کیسو او د جهاد له فخر او آرمانونو څخه‬
‫وو چه د افغانستان په خاوره کې د غزنویانو د اسالم او د‬
‫جهاد بنیاد په یو "غالم فرهنګ" واووښت‪ .‬چه له همداسې‬
‫غالم آرمان څخه بیا نوبت د پښتنو ابدالي قام ته ورسید‬
‫چه ”احمد خان" ابدالي د اسالم د ټینګیدو په خاطر یو‬
‫هیواد په رسمي توګه اعالن کړ‪ ،‬چه وکړای شي د یو‬
‫مستقل هیواد په رسمیت او دولتي قوت په هند باندې جهاد‬
‫سرته ورسوي‪ .‬او له چور کړو ثروت څخه بیا دننه په‬
‫رسمي اعالن شوي هیواد کې د اسالم لپاره خذمت سرته‬
‫ورسوي‪ .‬او همدا کار وشو او د "افغانستان" په نوم یو‬
‫هیواد د "ابدالي احمد خان" له خوا په کال ‪۱۷۴۷‬م کې‬
‫اعالن شو‪ .‬او لدې اعالن څخه شپږ میاشتې ال تیرې‬
‫‪243 of 1205‬‬

‫شوې نه وې چه په هند باندې د جهاد اعالن وشو‪ ،‬بې‬


‫لدې نه چه هند کومه ګناه کړي وي او یا یې کوم ضرر د‬
‫هغه وخت افغانستان ته رسیدلی وي‪.‬‬
‫او مخکې له ‪۱۷۴۷‬م کال څخه بیا هم د پښتنو د قام‬
‫له خوا په کال ‪۱۷۰۷‬م کې‪ ،‬مګر پدې ځل د ایران د "شیعه‬
‫مذهبو“ په ضد د جهاد اعالن وشو‪ ،‬چه "شیعه" مذهبه ئې‬
‫واقعی مسلمانان نه ګڼل! او په واقعي مسلمانانو د شعیه‬
‫ګانو د نه منلو او په هغو د "کفر فتوا "حاجي میرویس‬
‫هوتک" ته د مدنیې ُمفتی له خوا ورکړل شوی وو‪ .‬او د‬
‫پښتنو د جهاد لښکرې ایران ته ننوتلې‪.‬‬
‫پدې توګه د پښتنو د قام د پیژندلو له مطالعې سره چه‬
‫کله پښتانه په ملړي ځل د سلطان محمود په جهادي لښکرو‬
‫کې ښکاره شول‪ ،‬ورسره دا موضوع د اسالم د هغې‬
‫څهرې پیژندنه هم ده چه بیا د افغانستان په خاوره کې‬
‫ولې په خپل خاص شکل نیولو ئې اوسیدونکي تر نفرت‬
‫آوره سرحده غالمان کړل؟ او دا مسله د تاریخ د مرحلې په‬
‫هغې پاڼې هم دریږي چه د کابلشاهانو په بې ساري دفاع‬
‫او اخالقي مقاومت او د عربو د پرله پسې تجاوزونو او د‬
‫‪244 of 1205‬‬

‫هغوی د لښکرو د تباهیو په همدې مهم تاریخي علت د‬


‫عربو په زړونو کې په یو پټ انتقام پاته شو‪.‬‬
‫دا که د تیرو پیړیو له ماخذونو څخه نن ته پاته‬
‫سندونه دي‪ ،‬مګر په ”تیر کې هیر“ حساب نشول‪ .‬ځکه چه‬
‫د عربو په وړاندې د غالمي تور او منفور سند د طالبانو د‬
‫واکمني مرحله وه چه د اسالم له شعار الندې ئې د خپل‬
‫وطن د عزت او د آبرو واک د یو تیروریست عرب "اسامه‬
‫بن الدن" الس ته وسپاره‪ ،‬چه بیا هم خبره د پښتنو ده چه‬
‫طالبان پښتانه وو او په مطلق اکثریت وو‪.‬‬

‫پدې توګه زموږ مخې ته د نني عصر افغانانو د ورانې‬


‫شوې درون مائې د علتونو د څیړلو تاریخ‪ ،‬هم دریږي پدې‬
‫پوښتنې چه افغانان ولې د پیړیو په اوږدو کې بیا تر دا‬
‫ننه پورې د خپل دننه اخالقي شرف او د خپل هیواد د‬
‫عزت په ځای د پردي اسالم سالمت غواړي؟ او ولې داسې‬
‫اخالقا َ کمزوري شوي دي چه د اسالم له منافقت څخه‬
‫غواړي چه په فریب او حرامو ژوند تیر کړي‪ .‬او د اسالم په‬
‫غالمي پوه شوي ندي چه څرنګه د خپل انساني شخصیت‬
‫‪245 of 1205‬‬

‫غوښتلو په ځای د اسالم جنایت او جهاد غواړي‪ .‬دا یو‬


‫درد او شرم دی چه له همدغه "معنوی خالیګاه“ څخه په‬
‫افغانانو کې پیدا شو‪.‬‬

‫کله چه په کال ‪۹۷۷‬م په غزني کې د محمود پالر‬


‫سبکتګین واکمن شو‪ ،‬دا په الپتګین په ‪ ۷‬دیناره خرڅ شوی‬
‫تُرک نژاده غالم وو او د خپلې قبیلې په یو جنګ کې اسیر‬
‫شوی وو‪ .‬او بیا جنرال الپتګین په نیشاپور کې د خپلو‬
‫آسونو د طبیلې د څارونکي وظیفه ورکړه چه له خپلې ژبې‬
‫ئې دا خبره پاته ده چه‪" :‬مرا سبکتګین دراز ګفتندی‪ ،‬و‬
‫مرا موالیم به ‪ ۷‬دینار به حکمران نیشاپور فروختندی“‪ .‬او‬
‫بیا الپتګین یوه خپله لور هم په نکاح ورکړه‪.‬‬
‫دا سبکتګین نومی د "شامان" د مذهب پیرو وو چه‬
‫وروسته مسلمان شو‪ .‬او زمن ئې "محمود" او "اسماعیل"‬
‫نومیدل‪" .‬جیپال" له کابل څخه غزني ته د سولې یو هئیت‬
‫واستاوو چه له یوې اشتباه سره جیپال بیرته ځان پخپله په‬
‫دردونو وتاړه او هغه اشتباه سبکتګین ته د خپل هئیت په‬
‫الس آستولي سره زر او غمي وو‪ ،‬چه د سبکتګین او د‬
‫‪246 of 1205‬‬

‫محمود په شمول د درباریانو خولې ئې په لیدلو خالصې‬


‫پاته شولې‪.‬‬
‫پدې وخت کې د "بُست" له سیمې سبکتګین ته ځینې‬
‫کسان راغلي وو چه د دوو مشرانو تر منځ جنګونه غلي‬
‫کړي چه نومونه ئې د یوه "توغان" وو او د رقیب ئې "بای‬
‫توز" وو‪.‬‬
‫دا یو مهم دلیل دی چه دا واقعیت معلوموي چه د هغه‬
‫وخت د افغانستان د ُبست او هلمند په ډیره ساحه کې‬
‫ترک نژادو ژوند کاوو‪ ،‬ځکه چه هم "توغان او هم بای توز"‬
‫په خټه ترکان وو‪.‬‬
‫بل دلیل هغه وخت ښکاري چه کله زوړ جنرال‬
‫الپتګین غزني ته ورسید‪ ،‬نو د غزني اوسیدونکي ئې په‬
‫ډیره مینه او هرکلي دربار ته ورغلل پدې بیان ) بیان د‬
‫فارسی په ژبه دی ( ‪" :‬تاسې په خیر راغالست! هر هغه‬
‫څوک چه زموږ د سر او مال او ناموس امنیت وساتلی‬
‫شي همدا غواړو‪ ،‬مهم ندی که هغه ترک وي که تاجک‬
‫)تازیک(!“‪.‬‬
‫‪247 of 1205‬‬

‫پدې خبرې د تاریخ پردې چوله کیږي او دا واقعیت‬


‫څرګندیږي چه دا په غزني کې اوسیدونکي د تاجک له‬
‫قامه وو او ژبه ئې فارسي وه او علت ئې دا وو چه که په‬
‫کابل کې "براهمنشاهانو" واکمني درلودله‪ ،‬مګر په غزني‬
‫کې د "ساماني" سلطنت ملنه خپره وه چه د خلکو ژبه ئې‬
‫فارسي وه او د ایران په فرهنګ تړل شوی قام وو چه ځانو‬
‫ته ئې تاجکان ویل‪.‬‬
‫مګر په همدغو نیټو او زمانو کې په "کالت" کې او د‬
‫کالت له مرکز الندې د زابل په لویه سیمه کې "غلجي"‬
‫پښتانه اوسیدل‪ .‬دې قام ته په استانبول کې د "باب عالي‬
‫نومي ځای د عثماني امپراطوري له آرشیف څخه د ”ترک"‬
‫د نژاد خبره ذکر شوې ده چه اصالَ په خټه ترکان او د‬
‫منځنۍ آسیا اوسیدونکي د "کالچ" قام دی‪ .‬مګر دا پکې‬
‫معلومه نده چه ولې ئې ژبه د پښتیو ژبه ده‪.‬‬
‫دا په "غلجې" یا "غلزي" یاد شوي قام اکثره ډیر‬
‫خوار وو او عموما َ ئې رمې درلودلې‪ .‬او هم د سبکتګین له‬
‫خولې او هم د محمود له ژبې ویل شوي چه دوی ډیر‬
‫جنګیالي خلک دي‪ .‬او هم د ماخذونو له خولې ویل شوي‬
‫‪248 of 1205‬‬

‫چه "دوی افغانان شوي د کاالچ ترکي نژاده له قام څخه‬


‫دي“‪ .‬او هم په ملړي ځل هغو پښتنو ته هم د افغانانو د نوم‬
‫خطاب شوی دی چه نن د پاکستان سرحدي سیمې ترې‬
‫ډکې شوي دي‪ .‬مګر د غزني تاجکانو همدغو د زابل‬
‫اوسیدونکو غلجي پښتنو ته "اوغان" ویل‪.‬‬
‫د سبکتګین په رسیدلو سره په ملړي ځل ئې د بست سیمه‬
‫هم د "توغان" او هم د "بای توز" له السه ووتله او په غزني‬
‫ئې وتړله‪ .‬بیا د بلوچستان د "قصدار" ښار یې هم ونیوو‬
‫چه د بلوچستان له قالت څخه ‪ ۱۸۵‬کیلو متره جنوب ته‬
‫پروت دی‪ .‬او دې سیمې ته ”توران“ هم ویل کیږي‪.‬‬
‫سبکتګین خپله مسلماني اعالن کړه او په کابل باندې یې‬
‫د جهاد لښکرې وروستلې‪ ،‬چه له ترکستان څخه ئې ډیر‬
‫کسان جهاد ته راوغوښتل‪ .‬مګر د پښتنو غلجي قام پکې‬
‫برخه وانخیستله‪ .‬او هم غلجي پښتانه ال اسالم منلی نه‬
‫وو‪ .‬په هغه وخت کې یو د منځنۍ آسیا لوی ترکستان وو‬
‫او بل "د شرقي ترکستان" په نوم هم لویه سیمه وه چه له‬
‫چین سره هم سرحد وو‪ .‬چه د سبکتګین د واکمني په موده‬
‫کې ئې د واکمنانو د قام نوم "کره خانیان" وو او مشر ئې‬
‫‪249 of 1205‬‬

‫"بوغرا خان" نومید‪ ،‬ټول ترک نژاده وو‪ .‬بل دا چه د بخارا‬


‫د سامانیانو واکمني الندې د خراسان سیمې ته ئې خپل‬
‫زوی "محمود" واستاوو او د هرات واکمني ئې خپل ورور‬
‫”بوغراجک" ته ورکړه‪ .‬دا حادثه د دې واقعیت شاهدي‬
‫ورکوله چه تر دې وخته سبکتګین لکه الپتګین ځان او واک‬
‫په سامانیانو مربوط ګاڼه چه ګویا سامانیانو ته وفادار‬
‫دي‪ .‬الکن کرار کرار ئې د ساماني سلطنت د سقوط‬
‫شرطونه برابر کړل‪ .‬چه بیا سلطان محمود خپله مستقله‬
‫واکمني اعالن کړه چه په "غزنویانو" یاده شوله او د‬
‫سامانیانو واکمني ته ئې سقوط ورکړ‪.‬‬
‫له جیپال سره د سبکتګین جنګونو ادامه پیدا کړه او‬
‫سبکتګین هم کابل او هم لغمان له جیپال څخه ونیول‪ .‬او‬
‫بیا بل کال ئې ځان پیښور ته ورساوو چه د لغمان په جنګ‬
‫کې ئې نوی په ځواني راغلی زوی محمود هم اشتراک‬
‫کړی وو‪ .‬چه د دې جنګ روایت د جیپال په غاړه کې پروت‬
‫په امیل څرخیږي داسې چه‪ ،‬د کابلشاهانو ذهني او‬
‫عقیدوي او فرهنګي جهان هندي شوی وو‪ .‬نو لکه د هند د‬
‫راجاګانو په څیر به ئې په غاړه کې د سرو زرو او غمیو‬
‫‪250 of 1205‬‬

‫امیل آچاوو‪ .‬او جیپال هم په خپله غاړه کې همداسې‬


‫قیمتي امیل درلود‪ ،‬چه د جنګ په میدان کې د محمود‬
‫سترګې پرې ولګیدلې او هغه امیل ئې بیا هیڅ له یاده اونه‬
‫اووت‪ .‬او خپل پالر به ئې جهاد ته هڅاوو چه په هند باندې‬
‫په پرله پسې توګه د جهاد لښکرې وباسي‪ .‬چه بیا ئې‬
‫هماغه امیل د خپل سلطنت په وخت کې کال "‪۱۰۰۱‬‬
‫میالدی" په جنګ کې د جیپال له غاړې وشکاوو‪ ،‬چه قیمت‬
‫ئې ‪ ۲۰۰۰۰۰‬سره زر دیناره اټکل شوی وو‪ .‬دا جنګ له‬
‫جیپال سره د آباسین له "آټک" نومی ځای څخه ‪ ۲۸‬کیلو‬
‫متره پاس په شمال کې وه چه د جیپال پدې وخت کې‬
‫دوهم پایتخت د کابل له السه په وتلو وروسته "وي هاند‪ ،‬یا‬
‫اوهیند او یا اوند" تلفظ شوی ځای دی! او محمود په‬
‫زرهاوو اسیران هم پدې جنګ کې غزني ته راوستل‪ .‬د‬
‫پښتنو نوم په پیښور کې هم د سبکتګین له خولې ذکر‬
‫شوی دی داسې چه‪ ،‬کله له جیپال سره مقابله کې وو‪ ،‬نو‬
‫د پیښور د سیمو په لویو دښتو کې کیږدۍ ولیدل شولې‬
‫چه پښتنو پکې ژوند کاوو او همدې پښتنو د سبکتګین په‬
‫مالتړي د جیپال په ضد په جنګ کولو د سبکتګین پام‬
‫‪251 of 1205‬‬

‫ځانته واړاوو‪ .‬او بیرته غزني ته د راتلو په وخت کې ئې‬


‫خپلو څو قوماندانانو ته امر ورکړ چه دا "افغانان" په اردو‬
‫کې شامل کړي او په ژوند ئې پام ونیسي‪ .‬او هماغسې‬
‫هم وشول‪ .‬او هم سبکتګین او بیا د محمود په واکمني کې‬
‫دغو پښتنو ته ئې چه د دوی په لښکرو کې داخل شوي وو‬
‫د ننه په افغانستان کې هم ځمکې ورکړلې‪ .‬وروسته له‬
‫هغه چه د سبکتګین کامیابي او الس ته ورغلي ثروت‬
‫باندې د غلجي پښتنو یقین راغی‪ ،‬نو ډله ډله د هغه په‬
‫لښکرو کې داخل شول‪ ،‬چه نوي لښکر نوی زور پیدا کړ‪.‬‬
‫چه بیا ئې مخه خصوصا َ د سلطان محمود په واکمني کې‬
‫د هند خلکو ونه نیوله‪ ،‬چه په جنګ‪ ،‬په قتلونو او نړولو او‬
‫چور کې هم همدې غلجیو او هم بیا د ننی د پاکستان‬
‫سرحدي پښتنو په هند کې د یو ډارونکي قوت په توګه نوم‬
‫وویست‪ ،‬چه د هند خلکو د غرو پښتنو ته "پټان" نوم‬
‫ورکړی وو‪ .‬او د پټان د نوم د هند د خلکو په زړونو کې د‬
‫ویرې او وژنې په نوم واووښت‪ .‬مګر پښتنو د خپل جنګ او‬
‫جهاد په زړورتیا فخر کاوو او له هماغو پیړیو پاته ال تر ننه‬
‫‪252 of 1205‬‬

‫ځانو ته غیرتي او باتوران او توریالي وائي چه یو مهم‬


‫دلیل ئې همدا دی‪.‬‬
‫که چیرې دا رنګه د چور‪ ،‬چپاول‪ ،‬وژلو‪ ،‬غال او جنایت‬
‫غږ په هر دین او مذهب او نوم وای‪ ،‬خو چه د غال او وژلو‬
‫خوند پکې وای‪ ،‬نو پښتنو به هماغه په خپل خصلت برابر‬
‫دین منلی وو‪ .‬لکه څرنګه په اسالم کې ئې همدا خپل‬
‫دروني تمایالت لیدل او وژلو او په غال کولو ارضا کیدل‪ .‬او‬
‫په همدې الره کې توره وه چه د پښتنو السونه پرې خوښ‬
‫وو‪ .‬چه تر خپلو منځو ئې هم په قامي داخلي دښمنیو او‬
‫نفاق کې هر کور د خپل کور په میخ ځوړنده ساتله‪ .‬او د‬
‫دوی د ژوند د بقا مټ توره او توره وهونکي د نارینه زامنو‬
‫غوښتنه وه‪ .‬هغه پښتون چه د دښمن ډیر وژلي وو او قوت‬
‫او فخر ئې وربښلی وو‪ ،‬همدا یوه توره وه او بل توریالي‬
‫زمن وو چه مقابل دښمن ئې ندرلودل‪.‬‬
‫نن چه ټول نني پښتانه په "لراو بر" پښتنو یادیږي‪،‬‬
‫چه بر پښتانه د افغانستان پښتانه دي او لر پښتانه د‬
‫پاکستان سرحدي پښتانه دي لکه سوات‪ ،‬بنیر‪ ،‬باجوړ ‪ ،‬د‬
‫خیبر پښتانه د تیرا پښتانه او په همدې غرنۍ لیکه په‬
‫‪253 of 1205‬‬

‫اوږدو اوږدو کې تر بوالن پورې ژوند کوي او چه په‬


‫شمالي او جنوبي وزیرستان کې هم پراته دي‪.‬‬
‫دوی که د "ستر آشوکا" د واکمني او بودیستي روحانیت‬
‫په زمانو کې په نفوس که هر څومره هم وو او بیا د بودیزم‬
‫د انساني او اخالقي ارشاداتو د راتلونکو پیړیو په اوږدو‬
‫کې تر هغه وخته چه له منځنۍ آسیا څخه نور قامونه‬
‫راغلل‪ ،‬داسې شواهد او ماخذونه وجود نلري چه د یوې‬
‫مشخصې سیمې د پښتنو قام یا د برهمانیزم د افکارو د‬
‫روحي دننه سکون اخالقي تربیه کونکي وعظونه منلي وي‬
‫او یا هم د بودیزم د هغو ارشاداتو پیروان شوي وي‪ ،‬چه‬
‫"د هر ساه لرونکي ژوند ته" احترام کولو او د سولې عقیده‬
‫بیانوي! مانا داده چه هغه عقیدې چه د وژلو او جنګ توره‬
‫نه مني او له السونو څخه ئې غورځوي‪ ،‬داسې عقیده‬
‫پښتنو ته د منلو نه وه‪.‬‬
‫د پښتنو په نوم قام او د پښتیو ژبه په واقعیت کې د‬
‫سپین غره‪ ،‬د سلیمان غرونه او د خیبر د غرو په سلسله‬
‫کې شکل نیولی دی‪ .‬کوم چه نومونه ئې پورته ذکر شول او‬
‫له همدغو غرنیو سیمو څخه د غزنویانو په وخت کې بیا‬
‫‪254 of 1205‬‬

‫خصوصا َ د غور شاهانو د سلطنت او واکمني په دوره کې‬


‫ډیر قامونه هند ته په ډلیزه توګه وکوچیدل‪ .‬او یا هم په هند‬
‫کې واکمني ته رسیدلو ترکي قامونو پښتانه د جنګ لپاره‬
‫وغوښتل‪ .‬چه همدې سلسلې د ابدالیانو د قدرت په وخت‬
‫کې هم دوام وموند‪ .‬چه بیا ددوی تورې او توریالیتوب ته‬
‫فرصت پیدا شو او د هند د خلکو په وژلو کې مشغولې‬
‫شولې‪ .‬او پښتانه د هماغو پیړیو د جنګ او جنون په خپل‬
‫دروني خصلت ال تر ننه تړلي پاته دي‪ .‬دا د چور او وژلو‬
‫او ورانولو خوی وو نه د جوړولو او آبادولو مثبت خوی‪ .‬او‬
‫دا د یو فرار موضوع هم ده چه انسان په خپل دننه روح‬
‫کې ځانته په خپل الس او په خپل همدې خوی یوه معنوي‬
‫خالیګاه جوړوي‪ ،‬چه خپل السونه او مټ د خپل ژوند په‬
‫جوړولو په کار نه آچوي‪ ،‬بلکه د نورو د الس له جوړو شوو‬
‫څخه ئې تر السه کوي‪ .‬چه بالخره په ذوق او هم په عادت‬
‫آوړي او په فخر ورسره تړل کیږي‪ .‬او بیا یو داسې ذهني‬
‫زوال ته رسیږي چه که توره په ځمکه ږدي او په ځای ئې‬
‫بیل او د کار نور وسایل آخلي نو خپل الس بې له تورې‬
‫نیولو بد ورته ښکاري او په کار شرمیږي‪.‬‬
‫‪255 of 1205‬‬

‫همدا حقیقت د پښتنو د تیرو پیړیو د ژوند داستان‬


‫دی چه کله په هند کې ځینې پښتانه واکمنان هم شول‪،‬‬
‫مګر ډیر ځله ئې خپلو پښتنو د نوموړي واکمني پدې دلیل‬
‫نده منلې چه ویل به ئې "زه پښتون یم نشم کوالی چه بل‬
‫پښتون ته الس په سینه ودریږم! زه پښتون یم‪ ،‬نوکر نه‬
‫یم“‪ .‬مګر هماغه باتور پښتون به د یو بل پردي قام په‬
‫دروازه کې دروازه وان او نوکر وو او په فخر به ئې د بل‬
‫چا په وره کې نوکري کوله‪.‬‬
‫ددې واقعیت یو تاریخی سند د "ابراهیم لودي" د واکمني‬
‫په وخت کې دی‪ ،‬چه وروسته له "سکندر لودي" څخه‬
‫واکمني ته ورسید‪ .‬دا دده خپل قام او پښتانه وو چه په‬
‫ډیر تلوار او غضب په آسونو سپاره کابل کې د "بابر" د‬
‫لیدلو په مقصد د کابل باالحصار ته وختل‪ .‬دوی له ډهلي‬
‫څخه راغلي وو او د ډهلي تخت او تاج ئې بابر ته‬
‫پیشکش کړ‪ .‬او د ټولو پښتنو حمایت ئې ډهلي ته په تلو له‬
‫بابر سره اعالن کړ‪.‬‬
‫پوښتنه داده چه د "ابراهیم لودي" ګناه څه وه؟ آیا له‬
‫خپل پښتانه قام څخه ئې مرګ او ژوبله کړې وه؟ آیا د قام‬
‫‪256 of 1205‬‬

‫مشرانو څخه ئې کوم څوک په دار خیژولی وو؟ نه داسې‬


‫نه وه‪ ،‬بلکه خبره داوه چه پالر ئې "سکندر لودي" به چه‬
‫کله د پاچاهي په دربار کې وو نو‪ ،‬څو کارونه ئې کول چه‬
‫پښتنو ته ډیر منلي وو‪:‬‬
‫‪ .۱‬په دربار کې به د پښتنو له مشرانو څخه کوز ځای‬
‫ناست وو‪.‬‬
‫‪ .۲‬هر پښتون به چه دربار ته داخل شو‪ ،‬که به یو خوار‬
‫سړی هم وو‪ ،‬نو به سکندر لودي په دو پوښو د هغه خوار‬
‫پښتانه مخې ته پاڅید په غاړه غړۍ به ئې ستړې مشې‬
‫ورسره وکړه‪.‬‬
‫‪ .۳‬ټولو درباریانو خپل د پښتنو د رواج کالي آغوستل‪.‬‬
‫‪ .۴‬ټولو قامي مشرانو ته یو څه اندازه کلنی معاش حواله‬
‫وو‪.‬‬
‫مګر ابراهیم لودي ځینې درباري او د پاچاهي وړ رسمي‬
‫قوانین او مقررات وضعه کړل‪ .‬د مثال په توګه‪:‬‬
‫‪ -‬باید دا توشکې چه به هره خوا په دربار کې پرتې وې‬
‫لیرې شي او ځای ئې باید چوکۍ ونیسي‪.‬‬
‫‪257 of 1205‬‬

‫‪ -‬پاچا به په تخت ناست وي‪ .‬دربار ته راغلي باید د‬


‫سلسلې د مراعات او د نظم په یو قانوني حرکاتو منظم‬
‫کړل شي‪ .‬او چه څوک عریضه لري‪ ،‬د عریضې په وړاندې‬
‫کولو کې د ادب او د دربار حرکات په نظر کې ولري‪ ،‬او د‬
‫احترام ښودلو مقررات باید مراعات کړي‪.‬‬
‫‪ -‬بل دا چه د وزیرانو او د درباریانو لباس هم بدل شي‪،‬‬
‫چه خلک پوه شي چه دلته پاچا ناست دی‪ .‬وزیر او یو‬
‫نوکر باید تشخیص کړل شي‪.‬‬
‫‪ -‬خصوصا َ دا دومره تفداني ِد باید لیرې کړل شي‪ .‬او‬
‫څوک چه نسوار کوي د نسوارو په ډکه خوله د په دربار‬
‫کې خبرې نکوي…‬
‫‪ -‬د قومي مشرانو بې دلیله او غیر قانوني معاشونه باید‬
‫بند شي‪.‬‬

‫د کابل په باالحصار کې د بابر له خوا راغلو پښتنو میلمنو‬


‫ته پوسونه حالل شول او ډیر عزت ئې وشو او دریمه ورځ‬
‫دربار ته وغوښتل شول‪ .‬چه د ابراهیم لودي سکنی وراره د‬
‫‪258 of 1205‬‬

‫دغو ‪ ۱۶‬کسیزې ډلې مشر وو‪ .‬او د راتلو علت ئې بابر ته‬
‫داسې وویل‪:‬‬
‫”مونږ پښتانه یو‪ ،‬د هیڅ چا غالم شوي نه یو‪ .‬مونږ‬
‫توره پیژنو او غیرت پیژنو‪ .‬مګر نن زمونږ خپل پښتون‬
‫ابراهیم غواړي چه له مونږ نه نوکران جوړ کړي‪ .‬خو له‬
‫یاده ئې وتلي دي چه پښتون نوکر شوی ندی او په آزادي‬
‫ئې سر ورکړی‪ .‬نو مونږ له تا خواهش کوو چه ډهلي ته‬
‫راشې‪ .‬مونږ د مختلفو پښتنو قامونو نمایندګان یو او‬
‫هغوی تاته په همدې پیام را آستولي یاستو او ډاډ درکوو‬
‫چه پښتانه به د تا تر څنګ ودریږي او د ډهلي تخت به‬
‫تاته ونیسي!“‬
‫بابر باالخره لدوی څخه وپوښتل چه له تخت نیولو‬
‫وروسته دوی له بابر څخه څه غواړي؟ دوی په ډیره‬
‫خوشالي په یوه غږ بابر ته وویل چه‪ " :‬موږ ته صاحب چه‬
‫هره نوکري راکوې موږ ئې په سر او سترګو منو…!“‪.‬‬

‫***‬
‫‪259 of 1205‬‬

‫تاریخي خالیګاه‬

‫دا معنوي خالیګاه وه چه په تاریخي خالیګاه ښکاره شوله‪،‬‬


‫چه کله د "افغانستان" په نوم د یو هیواد غږ خپور شو‪ .‬دا‬
‫غږ د هندوکش د جنوبي ملنو له سیمې څخه واوریدل شو‬
‫چه د پښتنو د قام غږ وو‪ .‬چه معنوي خالیګاه هم پدوی‬
‫کې دننه د اسالم د جهاد او جنایت په پیروي د ناخبري او‬
‫د جهالت په تیاره ګړانګ آووښتی وو چه بنیاد ئې د‬
‫غزنویانو له واکمني سره یو تاریخي سند دی‪.‬‬
‫دا د اسالم او د عربو د لښکرو زور او تورې نه وې‬
‫چه پښتانه ئې په تورو مسلمانان کړي وي‪ ،‬بلکه برعکس دا‬
‫د پښتنو د خپل قامي نفاق او دښمنیو د جنګ او د تورو‬
‫او وژلو خصلت وو چه له خپل همدې منل شوي خوی او د‬
‫جنګ کولو د عادت تورې وې چه د اسالم د جنایت او‬
‫جهاد په الره کې ئې په کار واچولې‪ .‬چه د یو او بل سره د‬
‫دردناکې ګمراهي د "بقا" او د دوامداره "بیګانه توب" په‬
‫دوهم علت واوښت چه ال هم دوام لري‪.‬‬
‫‪260 of 1205‬‬

‫کله چه پښتنو ته اسالم د خدای په دین ومنل شو‪،‬‬


‫مانا ئې دا وه چه جهاد مقدس دی‪ ،‬ځکه د خدای آرزو ده!‬
‫نو پښتنو خپل اخالقي هغه د انساني فضیلتونو پاکتوب له‬
‫السه ورکول چه د اخالقي زوال مخه نیسي‪ .‬مګر برعکس‬
‫د داسې زوال دوه نښې ښکاره شوې وې‪:‬‬
‫یو‪ :‬پښتنو ته اسالم د خدای معتبر دین وو او دا ئې منلې‬
‫وه چه هم له نورو ادیانو "لوړ" دی او هم که چا ونه مانه نو‬
‫جهاد به ورباندې کیږي‪،‬‬
‫دوهم‪ :‬لدې "لوړ" دین سره د پښتنو هغه ذهن هم وتړل شو‬
‫چه دوی منلې وه چه پښتانه له نورو قامونو په غیرت او‬
‫توریالیتوب کې "لوړ" دي‪.‬‬
‫دې دواړو ګمراهیو په پښتنو کې د یوې خطرناکې‬
‫”بیګانه ګی“ په علت واووښت چه عادت هم ورته ویلی شو‪.‬‬
‫چه ال ئې ال هم له ځان او د ځان له پردي کیدلو سره‬
‫مخامخ کړل‪.‬‬
‫دا ځکه چه پښتنو ته "لوړ" او یا ممتاز او یا ښه‬
‫سرچپه وو! که اسالم دین وو او په نورو ادیانو لوړ وو‪،‬‬
‫پدې خاطر چه جهاد پکې وو‪ .‬جهاد د اسالم د الس توره‬
‫‪261 of 1205‬‬

‫وه چه وینې ئې تویولې‪ .‬نو جنایت او وژنې پښتنو ته د‬


‫اسالم له ژبې مقدس او لوړ کار وو‪ .‬حتی د جنت مکافات‬
‫ئې هم په بله دنیا کې درلود او پدې جهان خو پوښې‬
‫لوڅي او فقر وهلي پښتانه ئې په غال او چور ماړه کړي‬
‫وو‪ .‬چه په هر ځل به ئې په السو کې نیولې تورې حتی‬
‫ډانګونه په الس د سلطان محمود غزنوي د جهادي لښکرو‬
‫په سر کې به په منډو منډو د "اهلل اکبر" په نارو رهي وو‪.‬‬
‫او د ګمراهي دوهم خطرناکې نښې په پښتنو کې‬
‫وروسته وروسته تر پیړیو او تر دا ننه پورې دا وه چه د‬
‫افغانستان نور غیر پښتانه قامونه پښتنو ته په دوهمه درجه‬
‫ښکاري‪ .‬دا نه چه په کوم انساني لیاقت او یا د وطن په‬
‫آبادي کې د جوړونکي قوت او مسلک په توګه او د کوم‬
‫تاریخي داسې سند له مخې‪ ،‬بلکه دا چه هم ئې اسالم په‬
‫خپلو تورو هند ته وړی دی او هم ئې یو وطن جوړ کړی چه‬
‫افغانستان نومیږي‪ ،‬او پښتنو پکې پاچاهي کړې ده‪ ،‬پدې‬
‫آرمان چه اسالم قوت پیدا کړي‪.‬‬
‫مګر پداسې بیګانه توب کې جهالت او ناخبري نه د‬
‫پښتنو ژوند ته او نه هم وطن ته عزت ورکړ‪ ،‬بلکه یو ذلت‬
‫‪262 of 1205‬‬

‫پکې وو‪ .‬او هغه د وژلو او قتلونو مینه او د ورانولو خوی او‬
‫فخر وو چه ال ئې ال زیات ګمراهي درلودله‪ .‬آن تر دې چه‬
‫خپل جهالت ته غیرت ووائي او د همداسې حقیقت منلو ته‬
‫بدرد ووائي او حقیقت منل بیغیرتي وګڼي‪ .‬ضرر ئې بیرته‬
‫پښتنو ته د نفاق او د خودخواهي او ځان پرستي کندې‬
‫شولې‪ .‬او لدې پکر او قضاوت څخه ئې ناخبره پریښودل‬
‫چه دوی به د نفاق په ورکولو لوړ وو‪ ،‬دوی به د وطن په‬
‫آبادي او جوړولو لوړ وو‪ .‬مګر که دوی نفاق لري او تر‬
‫خپلو منځو دښمن دي‪ ،‬همدا کافي ده چه پوه شي چه‬
‫نفاق کوم عزت ندی او عزت او لوړوالی نلري‪ ،‬بلکه بدنامي‬
‫او شرم پکې دی‪ .‬او کله چه یو وطن له همداسې کسانو‬
‫جوړ شو چه په افغانستان یاد شو‪ ،‬نو د وطن په جوړونکو‬
‫کې همداسې اخالقي بیګانه توب او د غالم فرهنګ ټول‬
‫جرمونه د ”تاریخي خالیګاه" په علت واووښتل چه ال دوام‬
‫لري‪.‬‬
‫په حقیقت کې د پښتنو پیژندل د غزنوي امپراطورۍ او‬
‫بیا وروسته د غوري واکمنۍ د کړو جنایتونو د پیژندلو‬
‫تاریخ دی‪ .‬دا یو داسې تاریخي شرم دی چه تر داننه په‬
‫‪263 of 1205‬‬

‫افغاني ډیرو روشنفکرانو‪ ،‬لیکواالنو او شاعرانو ته د‬


‫”افغاني غیرت او د تاریخ د فخر" په توګه منل شوي‬
‫جرمونه دي‪.‬‬
‫حتی پاکستان ال خپل د ساینس او تخنیک د تالش د‬
‫نتیجې خپلو ورانونکو توغنديو ته د ”غزنوي“‪“،‬غوري“ او‬
‫”ابدالي“‪ ،‬یعنې د هندوانو د وژونکو نومونه یې ورکړي‬
‫دي‪ .‬د ساینس مغز ال د اسالم د جهاد له جنایت څخه‬
‫ځان ندی ژغورلی‪ .‬او په اسالم کې د ساینس او علم او د‬
‫ترقي آرمان بیا هم د اسالم په ګنده آرمان تړل کیږي‪ .‬چه‬
‫که ئې له وسلې او له تالش څخه پوره شي‪ ،‬پدې آرمان چه‬
‫د آتوم په بم کافران ووژني چه اسالم په هغوی جهاد‬
‫فرض کړی دی‪ ،‬لکه څرنګه چه غزنوي‪ ،‬غوري او ابدالي‬
‫شاهانو هندوان وژل‪.‬‬
‫چه تر هغو یو هیواد کې د پردي اسالم د ګناه تیارې‬
‫په دین منل شوي وي‪ ،‬که هر څومره د علم او آبادي نښې‬
‫پکې پیدا هم شي الکن چه تر هغو هلته په هغو هیوادو‬
‫کې د وجدان‪ ،‬د شرف‪ ،‬د آزادي او پاکي په اخالقي آرمان‬
‫د اسالم د ګناه تیارې پرتې وي‪ ،‬تر هغو به په هغو‬
‫‪264 of 1205‬‬

‫اوسیدونکو کې د انساني فضیلت ځای د پردي اسالم‬


‫جنایت او جنت نیولی وي‪.‬‬
‫او له همداسې الهي حقیقت څخه دی چه کله‬
‫موضوع د پښتنو د پیژندلو په مطالعې دریږي او د اسالم‬
‫په نوم د افغانستان په پاکه خاوره کې د جنایتونو د ملړني‬
‫عملي بنیاد د مطالعې ضرورت په واقعیت کې د ژوند د‬
‫پاکې ملنې د دفاع هغه اخالقي فریضه ده چه د افغانانو‬
‫له السه پدې هیواد کې ژوند عذاب ولید‪ .‬او د افغانستان په‬
‫نوم هیواد نه په کوم یو ملي آرمان جوړ شو او نه هم په‬
‫همداسې آرمان وطن ته د عزت په سترګه وکتل شول‪ ،‬چه‬
‫علت ئې د غزنویانو د زمانې له هماغه سلطان څخه پاته د‬
‫جنایتونو د تشویق شعرونه او داستانونه دي‪.‬‬
‫هغه معبدونه چه سرتاسري په افغانستان کې ړنګ‬
‫کړل شول او هغه دروغجن نومونه چه "زیارتونه" شول‪ ،‬د‬
‫همدې غزنوي سلطان ابتکار وو چه په ژوند کې ئې څوک‬
‫پدې شاهد نشول چه سلطان محمود به کومه ورځ ملونځ‬
‫کړی وي یا چا په ملانځه لیدلی وي‪ .‬چه باید د انساني او‬
‫اخالقي موضوع په توګه د افغانانو په شمول د هر هغه‬
‫‪265 of 1205‬‬

‫انسان مطالعې ته وړاندې شي چه غواړي په افغانستان‬


‫کې د اخالقي صداقت د زوال په درد آګاه شي‪.‬‬
‫کله چه له اخالقي زوال څخه خبره کیږي‪ ،‬په کار ده‬
‫چه همداسې اخالق ورانونکي شرطونه موجود وي‪ ،‬کوم چه‬
‫تاریخي یو ثبوت ورسره وي‪ .‬او پښتنو ته همداسې‬
‫شرطونه د سلطان محمود د جهاد تجاوزونه مساعد کړي‬
‫وو‪ .‬چه د نوموړي لښکرې په مطلق اکثریت له هماغو‬
‫پښتنو څخه جوړیشوې وې‪ .‬پښتانه شاهد وو چه د هر‬
‫هندو د مرګ کوکو او زاریو ته ئې او د هر ړنګ شوي‬
‫ښار ړنګیدو او سوزیدلو ته ئې د ثواب په سترګه کتل او‬
‫غوږو ته به ئې د سلطان د هغه لیک آواز رسیده چه کله‬
‫ئې په کال ‪ ۱۰۱۸‬میالدي کې د هند مشهور هغه ښار چور‬
‫او بیا د ړنګولو فرمان ورکړ چه "موترا" نومیده‪ .‬چه هغه د‬
‫”کریشنا“ د زیږیدو ځای وو‪ ،‬او سلطان په ډیر فخر او په‬
‫یو ناروغ ذوق غزني ته پدې لنډې جملې ولیکه چه‪:‬‬
‫”هر هغه څوک چه د داسې یو ښار د بیا جوړولو نیت‬
‫وکړي‪ ،‬نو باید سل زره په سل زرو کې سره زر مصرف‬
‫کړي او هم باید له هغو معمارانو څخه کار واخلي چه‬
‫‪266 of 1205‬‬

‫السونه ئې د سحر او جادو چابک والی ولري‪ ،‬نو وروسته‬


‫لداسې مصرف او معماری مهارت څخه به په سلو کلونو‬
‫کې ممکن هغسې ښار جوړ کړی شي‪ ،‬کوم چه ما د‬
‫کافرانو دا ښار وران کړ…“‪.‬‬
‫او پښتنو به لیدل چه د ړنګ کړل شوي "موترا" ښار له‬
‫یو معبد څخه سلطان کوم ثروت او حرام چه تر السه کړل‬
‫دا ‪ ۴۵۰‬میثقاله یانې ‪ ۹۰۰۰‬کرات یو یاقوت "سفایار" وو‪.‬‬
‫او د ‪ ۵۰۰۰۰‬دینار په قیمت ‪ ۴،۲۵‬ګرام د سرو زرو روپۍ‪،‬‬
‫دوه نور د یاقوتو غمي وو چه د یوې مجسمې په سترګو‬
‫کې وې‪ ،‬او له خالصو زرو د جوړول شوو مجسمو وزن‬
‫‪ ۹۸،۳۰۰‬میثقال یانې ‪ ۳۹۳‬کیلو او ‪ ۲۰۰‬ګرام کیږي‪ .‬او‬
‫نور هغه څه چه د لښکرو په منځ کې وویشل شول‪ .‬او دا‬
‫په پاکو عقیدو یو تجاوز وو چه د دې پاکو عقیدو پیروان‬
‫متجاوز او قاتالن نه وو‪.‬‬
‫دا پداسې جرمونو ککړ شوي او بیا عادت شوي‬
‫کسانو داستان دی چه شرم لري او درد لري‪ .‬مګر هغوی‬
‫فخر ګاڼه او ناخبره لدې چه زر ئې الس ته راوړل‪ ،‬مګر په‬
‫مقابل کې ئې خپل اخالقي پاکي او وجدان له السه‬
‫‪267 of 1205‬‬

‫ورکاوو‪ .‬او هغه ‪ ۲۰۰۰۰‬عبادت ځایونه او شاوخوا همدومره‬


‫کورونه سلطان محمود د پښتنو په تورو د هند "کانه وج"‬
‫په ښار کې چور او بیا ړنګ کړل‪ .‬او د بیګناه اسیرانو‬
‫السونه به همدوی ورتړل‪ .‬او بیا به ئې غزني ته وږي تږي د‬
‫قمچینو له وهلو الندې راوستل‪ .‬او د دې رنګه ظلمونو‬
‫کیسې به د پښتنو په کورونو کې په فخر یادیدلې‪ .‬او کله‬
‫به چه خپلو کورونو ته له غال شوو حرام سره ستنیدل توره‬
‫او توریالیتوب ته به ئې مراسم نیول کیدل او مالیانو به د‬
‫جهاد مبارکي ورکوله‪.‬‬
‫او چه ال نن هم خصوصا َ د سرحدي سیمو د پښتنو‬
‫او بیا عموما َ د ټولو پښتنو د غیرت او د غزا د جسارت او‬
‫د واقعي اسالم او مسلمانانو موضوع به داسې ورځ نه وه‬
‫چه په کندهار کې د ”مال محمد عمر او د اسامه" تر منځ‬
‫د فخر موضوع نه وي‪ .‬او د پښتنو په توریالیتوب او د‬
‫اسالم دوستي په غیرت به اسامه تکرارا ً شاباسونه ویل‪.‬‬
‫”اسامه بن الدن" هغه زوړ تبلیغ بیا ژوندی کړی وو چه‬
‫د غزنویانو د جهاد په زمانه کې د افغانستان خاورې ته‬
‫راغلی وو‪ .‬داسې وو چه‪:‬‬
‫‪268 of 1205‬‬

‫”یوه ورځ مبارک پیغمبر له اوداسه وروسته د خپلې‬


‫مبارکې ګیرې اوبه ئې درۍ ځله د شرق په لور وشیندلې‪.‬‬
‫یو مبارک اصحابي پوښتنه ترې وکړه چه یا د کونینو‬
‫سرداره موږ هم پدې خپل کار پوه کړه‪ .‬نو مبارک پیغمبر‬
‫وفرمایل چه هلته لیرې په شرق کې د غرو باتور داسې‬
‫خلک ژوند کوي چه په مبارک اسالم به مین وي او د‬
‫اسالم او د جهاد تورې به تل د اسالم د ساتنې او‬
‫سالمت په الره کې په الس کې ولري‪ .‬که زما امت په نورو‬
‫ځایونو کې سست هم شي‪ ،‬مګر زما واقعي امت به هماغه‬
‫د غرو توریالي تل د اسالم په خذمت کې ژوند کوي …“‪.‬‬

‫د سلطان محمود د خزانې د ثروت اندازه هومره زیاته‬


‫شوله چه کله د هغې زمانې هم د آسیا او هم د اروپا او د‬
‫ټولې افریقا د هیوادونو او واکمنانو او د دولتونو له پوځي‬
‫او مالي بنیادو سره مقایسه شي‪ ،‬دا څرګندیږي چه بل‬
‫هیڅ دولت او واکمن د سلطان محمود له خزانو سره د‬
‫سیالي کولو نه وو‪ .‬مګر له دومر لوی ثروت څخه د‬
‫معماری‪ ،‬آبادی‪ ،‬ظرافت او پاکی یو اووړ مثال او یا حتا‬
‫‪269 of 1205‬‬

‫یو اووړ دیوال ال نه دی پاته چه نن افغانان هغه جهانیانو‬


‫ته د خپل تیر عالي کلتور او فرهنک د نښې یو مثال‬
‫وښئي‪ .‬او پدې ټولو غالوو او شوو بې ساري نارحمي او‬
‫جنایتونو او حرامو کې د سلطان د لښکرو زیاته برخه‬
‫پښتنو جوړوله‪ ،‬چه بیرته ئې ځانو ته د پښتنو د تورې د‬
‫قوت فخر ګاڼه او دا فخر همداسې پاته شو‪.‬‬
‫کله چه سلطان محمود په هند په پنځمه لښکر کشي کې د‬
‫هند د "بلهین ناګار" ښار چه اوس ”نګارکوټ" دی ونیوو‪،‬‬
‫او کله چه د سلطان الس ته له چور څخه اویا میلونه درهم‬
‫او ‪ ۷۰۰۰۰‬منه سره او سپین زر "یو من = ‪ ۱۲۸۳‬ګرام"‬
‫کُلچې او هم د یوې مجسمې خونه چه ‪ ۹۰‬ګامه اوږده او‬
‫‪ ۴۵‬ګامه پلن والی وو او دا خونه ټوله او د خونې هر څه له‬
‫سپینو زرو جوړه شوې وه‪ .‬او د خونې رواقونه په قیمت‬
‫ترینو غمیو ښکلې شوې وه‪ .‬له نورو جواهراتو او وریښمین‬
‫رختونو سره ئې په غزني کې د خلکو مخې ته په نمایش‬
‫کیښودل‪ ،‬نو د سلطان محمود د هغه عادت له مخې چه په‬
‫ټول ژوند کې ئې چا د خبرو غږ نه آوریده پرته له څو‬
‫محدودو وزیرانو چه به ئې په سلطنتی دربار کې خپل‬
‫‪270 of 1205‬‬

‫پیشنهادونه سلطان ته د هغه د منلو په خاطر وړاندې کول‪.‬‬


‫او سلطان به یا د نه او یا د هو تش سر ښوراوو‪ .‬یوازې‬
‫به د سلطان غږ په هند کې د محاصره شوي په یو ځای د‬
‫حملې په امر چه کله واوریدل شو‪ ،‬نو به د حملې له غضب‬
‫څخه ځمکه او آسمان وریږدیدل‪ ،‬مګر په هغه ورځ په غزني‬
‫کې د نورو لښکرو په سر کې د والړو جهادی پښتنو‬
‫مشرانو ته ئې د جهاد مبارکي ورکړه چه دا خبره په ډیر‬
‫ویاړ لور تر لوره خپره شوله‪ .‬مګر همدغه سلطان په کال‬
‫‪ ۱۰۱۹‬میالدي چه کله د "کانویچ" له تجاوز او چور څخه‬
‫بیرته غزني ته د ولجو په لوی بار شوي کاروان ستنیده‪ ،‬نو‬
‫د آباسین او د غزني تر منځه په لوړو غرنیو سیمو کې‬
‫اوسیدونکو پښتنو د سلطان محمود د کاروان په ورستنیو‬
‫برخو حملې شروع کړلې‪ .‬او ډیر مالونه ئې ترې ویوړل او‬
‫د پښتنو د غدیو او غال ډلو د غرو د کمرونو له څټ نه په‬
‫کاروان حملې جاري وساتلې‪ .‬سلطان خپله د قهر‬
‫خاموشي وساتله او کله چه غزني ته ورسید نو د یو‬
‫خاصې پوځي ډلې د تیارسۍ امر ئې صادر کړ‪ .‬او کله‬
‫چه پوښتنه ترې وشوله‪ ،‬سلطان دا خبره وکړه‪" :‬کله چه د‬
‫‪271 of 1205‬‬

‫”ناندانا" یا "ناردین" په لشکر کښي کې کشمیر ته نژدې‬


‫د نیغو غرونو تنګې درې د هند د راجا "تري لو چانپال" له‬
‫خوا زما مخې ته ونیول شولې چه حتی واړه هلکان ئې هم‬
‫د غرو سرونو ته خیزولي وو چه که نور څه نشي کوالی‬
‫مګر تیږې ئې زموږ د غازیانو په سر رارغړولي شي‪ .‬دا‬
‫ډیر لوړ غرونه وو‪ .‬هماغه ورځ ما د غرنیو سیمو افغانانو په‬
‫پیژندلو کې د دوی دوو مهمو اړخونو ته پام شو‪ ،‬پداسې‬
‫مشکل وخت کې چه زما د پوځ عاجزي ښکاره شوې وه‪.‬‬
‫نو ځکه مې په ډیر تلوار د "دیلم" نومي پښتنو له قام څخه‬
‫ډله تنظیم کړه او د هر کافر په سر مې یو دینار مکافات‬
‫کیښود‪ .‬زه پدې تعجب مخامخ شولم چه ال ورځ نیمه شوې‬
‫نه وه پاس له غرونو هومره پرې شوي سرونه زما مخې ته‬
‫کوټه کیښودل شول چه زما د میاشتو پالن په نیمه ورځ‬
‫کې پښتنو سر ته رسولی وو‪ .‬او په هماغه شیبو کې د‬
‫”افغانانو" یو اړخ د داسې جسارت اړخ وو‪ .‬او د پیژندنې‬
‫دوهم اړخ ئې د فقر اړخ وو‪ .‬که دا دوه اړخونه په یوې‬
‫موازنې ونه ساتل شي دا هغه توره ده چه دوه تیره مخونه‬
‫لري او زما تشخیص په هماغې ورځې همدا وو چه رښتیا‬
‫‪272 of 1205‬‬

‫وخوت ! ‪ .” ...‬نو د همدې ‪ ۱۰۱۹‬میالدي کال چه د مني‬


‫موسم وو د خیبر او د تیرا او د سپن غره د اوسیدونکو د‬
‫ټولو نارینه کسانو د وژلو امر ئې صادر کړ‪ ،‬مګر په ښځو‬
‫او په وړو ماشومانو به غرض نکیده‪.‬‬
‫پدې کار سلطان ځکه دومره غضب ښکاره کړی وو‬
‫چه ډیر لوی لوی راجاګانو ئې مخې ته د دریدلو توان‬
‫ښکاره کړی نه وو‪ ،‬مګر د پښتنو د محدود نفوس او قام له‬
‫خوا د سلطان د تخت او قدرت شهرت ته ضرر رسیدلی‬
‫وو‪ .‬نو هم ئې له هغو پښتنو څخه کار واخیست چه د دې‬
‫قامونو تر منځه ئې پخوانۍ دښمنۍ درلودلې‪.‬‬
‫مګر دا واقعیت له هماغو زمانو څرګند شوی یو‬
‫حقیقت دی چه دا غال‪ ،‬چور او وژل وو چه اسالم د مقدس‬
‫جهاد نوم ورکړی وو او د کافر یا د دین بهانې هسې‬
‫پلمې وې‪.‬‬
‫د حرام مال کافر او مسلمان نه پیژاند او د اسالم همدا‬
‫خشم او خصلت له "‪۱۹۹۲‬م کال څخه تر ‪۱۹۹۶‬م" کال‬
‫پورې د افغان مسلمان مجاهدینو له خوا په ټول وحشت په‬
‫ټول افغانستان کې خصوصا َ په کابل کې په تجاوز ښکاره‬
‫‪273 of 1205‬‬

‫شو چه اسالمي مجاهدینو هرڅه چور کړل ‪ .‬کوم چه د‬


‫داسې اسالم د بنیاد ریښه په افغانستان کې تر غزنویانو‬
‫پورې رسیږي‪.‬‬

‫د ”غور" د سیمې د پښتنو په هکله دوه روایتونه‬


‫موجود دي‪ .‬یو دا چه د "کاالچ" یا "غلجي" قام ځینې‬
‫برخې له زابل څخه د خپلو دښمنیو له کبله د غور لوړو‬
‫غرونو ته وختلې او همالته میشته شولې‪ .‬چه د غور او د‬
‫هرات تر منځه به ئې په شپنۍ مالونه ساتل‪ .‬چه بیا د‬
‫سلطان محمود په جهاد کې ئې برخه واخستله او بیا د‬
‫همدغو غوري پښتنو په کمک د غزني ښارته اور واچول‬
‫شو او چه ‪ ۷‬شپې او ‪ ۷‬ورځې اور ملبې وهلې‪ .‬د هدیرو د‬
‫قبرونو تر هډوکو پورې ئې ټول هر څه وسوزول‪.‬‬
‫دوهم روایت دادی چه په غور کې له غوري پښتنو‬
‫مخکې ال کوم قام چه اوسیده البته لکه د نورو سیمو په‬
‫څیر ئې نفوس کم وو‪ ،‬مګر دوی مسلمانان نه وو‪ .‬ویل‬
‫کیږي چه یا براهمانیست او یا د بودیست په کتار کې‬
‫راتلل او د بودیزم یا د براهمانیزم پیروان وو‪ .‬مګر له‬
‫‪274 of 1205‬‬

‫سلطان محمود نه وروسته د هغه زوی "سلطان مسعود" په‬


‫زور او وژلو مسلمانان کړل‪.‬‬
‫او مخکې له هغه چه د "غورشاهانو" د جهاد موضوع‬
‫مطالعه شي د "بغداد او د غزني" تر منځه اړیکې د تاریخ‬
‫د هغو زمانو ځانګړې پاڼه ده‪ .‬د سلطان محمود د هند‬
‫فتوحات د بغداد د خلیفه له خوا د آیت او حدیث له شرحې‬
‫او تبصرې سره ستایل کیدل‪ .‬او د جهاد له غنیمت څخه به‬
‫ئې پدې دلیل له سلطان څخه پیسې غوښتلې چه د ”اسالم‬
‫د خالفت او مرکز الس تل د کفارو په وینو باید قوی او بر‬
‫السی پاته شي !“‪ .‬که په ترکستان کې وو او که په مصر‬
‫او یا ایران کې وو د هر واکمن د قدرت او شهرت واک د‬
‫بغداد د خلیفه په الس کې وو‪ .‬پدې مانا چه د یو آیت یا د‬
‫حدیث په نوم په یوې وړې عربي جملې د مقابل واکمن‬
‫مقدرات ټاکل‪ .‬دا ځکه چه د هر مسلمان واکمن د خزانې‬
‫او ثروت د لوئې برخې واک له خلیفه سره په ویشلو تړل‬
‫شوی وو‪ ،‬که نه خو یو آیت کافي وو چه د نوموړي رقیب‬
‫واکمني ته ضرر ورسوي‪.‬‬
‫‪275 of 1205‬‬

‫مګر دا کار له سلطان محمود سره پدې دلیل کیدلی‬


‫نشو چه محمود یو داسې لوی پوځ جوړ کړی وو چه بغداد‬
‫ئې هم سخت په ویره کې آچولی وو‪ .‬او سلطان محمود هم‬
‫په آخرو کلونو کې د لوی خالفت د ګټلو پالن درلود چه د‬
‫بغداد د خلیفه جاسوسان د سلطان په دربار کې لدې پالن‬
‫څخه خبر آخستی وو‪ .‬سلطان محمود غوښتل چه هم‬
‫”شرقي روم“‪ ،‬هم "بغداد" او هم "مصر" فتحه کړي! مګر‬
‫بغداد به سلطان ته تل له شعیه مذهبو "باطیني‪،‬‬
‫اسماعیلي‪ ،‬او له قرمطي" څخه شکایتونه کول‪ .‬او دا ډلې‬
‫ئې په سلطان سختې وزبلې‪ ،‬پدې دلیل چه ویل یې چه‬
‫"شیعه مذهبه" مسلمانان ندي‪ ،‬کافران دي او جهاد پدوی‬
‫د هر مسلمان لپاره د غاړې فرض دی‪ .‬الکن واقعیت بل څه‬
‫وو‪.‬‬

‫کله د محمد نومی عرب د زلکدن نښې ښکاره شولې‪ ،‬نو‬


‫ددې تیروریست عرب په کوټه کې د عائشې پرته دده سرته‬
‫خپل ډیر نږدې یاران څلور نفره ناست وو‪ .‬یو ابوبکر‪ ،‬بل‬
‫عثمان‪ ،‬بل عمر او څلرم علي نومیده‪ .‬دوی څلور واړه د‬
‫خونړي عرب مشران ټاکل شوي وو‪ .‬خو کله چه محمد د‬
‫‪276 of 1205‬‬

‫زلکدن په وخت کې کاغذ او قلم غوښتی وو چه هم وصیت‬


‫ولیکي او هم یوڅه اعترافات وکړي‪ .‬مګر چا قلم او کاغذ‬
‫ورته رانه ووړ او تر خپلو منځو یې په لوړ آواز مناقشې‬
‫شوې‪ .‬عمر الره نیولې وه او ویل یې چه قلم او کاغذ ته‬
‫ضرورت نشته‪ ،‬محمد تبه لري او حذیان وایي‪ .‬چه قرآن‬
‫وي‪ ،‬نورو وصیت نامو ته ضرورت نشته‪ .‬شک داوو چه‬
‫چیرې نه چه محمد خپل د تره زوی ځوان علي خلیفه‬
‫وټاکي‪ .‬داچه هغه څه لیکل غوښتل معلومه نشوه‪ ،‬مګر‬
‫عجیبه داوه چه محمد ټول عمر ویل چه زما لیکل او لوستل‬
‫ندي زده‪ ،‬یو په یو یې خپل دروغ د زلکدن په وخت هیر‬
‫شوی وو او د لیکلو فیصله یې کړې وه‪.‬‬
‫د قدرت په سر ددې څلورو ترمنځ النجې او وروسته پیښو‬
‫سني ابدي دښمن” وزیږولې‪ .‬ددې حادثې‬ ‫د شعیه او ُ‬
‫شاهده د ابوبکر نومي عرب لور "عایشه" وه‪ .‬عایشه د‬
‫محمد له هغو ښځو څخه وه چه تر آخره یې محمد ونه‬
‫باښه او همیش به یې مخامخ کنځل‪ .‬او هم یې له علي‬
‫سره تر پایه دښمني لرله‪ ،‬ځکه چه د عائشې او صفوان‬
‫په ډرامه کې علي په عائشې کلک تور لګولی وو داسې‬
‫چه د ځوان صفوان سره نامشروع اړیکي لري او د‬
‫‪277 of 1205‬‬

‫محمد نه یې غوښتي وو چه طالقه یې کړي‪ .‬چه بیا علي‬


‫د هغې د وژلو پالن جوړ کړ‪ .‬او په وروسته کلونو کې د‬
‫علي او د عایشې تر منځه جنګ چه ال تر ننه هم د ”جمل"‬
‫په جنګ یادیږي پیښ شو‪ .‬هم د علي او هم د عایشې په‬
‫زرګونه طرفداران پدې جنګ کې ووژل شول‪ .‬په نر اوښ‬
‫سپره عایشې ته علي د "فاحشې" خطاب وکړ‪ .‬او کله ئې‬
‫چه په اسارت خپل کور ته بوتله‪ ،‬مګر عایشې ورته وویل چه‬
‫زه به مرګ ته تسلیم شم نه تا قاتل مسلمان ته! داسې‬
‫روایات دي چه عایشې تر آخره د اسالم دین له زړه نه ونه‬
‫مانه‪ .‬دا رنګه د شیعه او یا د سني اختالفات له هماغو‬
‫ملړنیو کلونو څخه د خالفت په نوبت‪ ،‬جهادي غنیمتونو د‬
‫ثروت او د ښځو په ویش پیل شو چه هم عثمان او هم عمر‬
‫او هم علي پدې الر کې ووژل شول او نفاق په اسالم کې‬
‫په همدې بنیاد تر دا نن ورځې پورې کیښودل شو‪ .‬مګر‬
‫شیعه مذهبو د انتقام له هڅو ونه لویدل چه د مشهور ترین‬
‫او ځیرک ترین او نارحم ترین شاخې مشر یې "شیخ‬
‫حسن صباح" نومیده چه د تیرور یو داسې لوی تشکیل‬
‫ئې جوړ کړ چه د دولت وزیران او مشران ئې له تیرور سره‬
‫‪278 of 1205‬‬

‫مخامخ کړل‪ .‬او بیا د ایران په یوې شمالي غرنۍ سیمې‬


‫کې ئې مرکز جوړ کړ او په ”شیخ الجبل“ مشهور شو‪ .‬چه‬
‫د دې تیرور جریان کې د تریاکو نوم هم پدې علت ګډ شو‬
‫چه شیخ الجبل د تیروریستانو په روزنه کې دوه شیه‬
‫استعمالول‪ .‬یو تریاک وو دوهم تښتول شوو نجونو څخه‬
‫جوړ کړی جنت وو‪ .‬چه کله به ئې طرفدارانو ته په هماغه‬
‫غره کې تریاک ورکړل او ماهرترینو روانشناسانو په‬
‫تبلیغي تلقین به بیا یو ښکلي سالون ته انتقال کړل شول‬
‫چه د تریاکو په خمار کې به د دوی سترګې د جنت په‬
‫حورو ولګیدلې او پدې به ئې قانع کړل چه هغه د جنت‬
‫حورې وې او کله چه د شیخ الجبل فرمان تر سره کړي نو‬
‫بیا به ئې ابدي جنت په نصیب شي‪ .‬دغو تیروریستانو ته‬
‫به تریاک ورکول کیدل او دوی ته به حششین ویل کیدل‪ .‬او‬
‫دا نړیواله د ”اسسین“ کلیمه له هماغه مبدا سره ارتباط‬
‫لري‪ .‬دا شیخ الجبل او لوی تشکیالت ئې په غره کې د‬
‫چنګیز خان د ملسي له خوا چه کله د بغداد په لور او نیولو‬
‫پسې رهي وو وزبل شو‪ .‬او د سیمو خلکو او دولتي‬
‫کارکونکو او ښکلې نجونې لرونکو کورونو راحت نفس‬
‫‪279 of 1205‬‬

‫وویست‪ .‬ځکه چه شیخ الجبل د مرګ یو ډارونکی مرموز‬


‫نوم وو چه نامعلومې افسانې ته رسیدلی وو‪.‬‬

‫سلطان محمود د شیعه ګانو لپاره د قهر او مرګ نوم پاته‬


‫شو‪ .‬ددې سلطان د هغې زمانې د رسامي عکس د‬
‫استانبول د "توپ کاپه سرای" موزیم کې دی چه په لیدلو‬
‫ئې د انسان په زړه کې د یوې کرکې حس پریږدي‪ .‬نا‬
‫رحمه سړې تنګې سترګې‪ ،‬لږ شانته اوږد مخ او لدې مخ‬
‫څخه توره نرۍ ګیره داسې تاو شوې ده لکه چه زنه ئې د‬
‫مرګ په توره ریښکۍ تړل شوې وي‪ .‬انسان داسې ګمان‬
‫کوي چه په ده کې د مار سوړ مخ ویني‪ .‬یوه پیکداره خولۍ‬
‫ئې په خپل سر کږه ایښې ده چه له خولۍ څخه ئې غمي‬
‫تاو شوي دي‪ ،‬چه په خولۍ ګنډل شوي دي او د خولۍ په‬
‫پاس سر او هم په پیک کې غمي لیدل کیږي‪ .‬په رسم کې‬
‫د سلطان محمود په غاړه کې یو ډیر قیمت بها امیل هم‬
‫پروت دی چه څو ولونه لري او هماغسې ول ول ئې په سینه‬
‫ځوړند دی‪ .‬او هماغسې لیرې یو نقطې ته په تنګو سترګو‬
‫ساړه ساړه ګوري‪ .‬هم کمیس ته او هم چپنې ته ورته له‬
‫‪280 of 1205‬‬

‫ګلداره رخت څخه ئې کمیس په ځای کې ده چه خپله مال‬


‫ئې تړلې ده‪ .‬په شونډه ئې م ُغلي ډوله نرۍ بریت ښکاري‪.‬‬
‫له یو سلطان او پاچا څخه زیات د یو جهنمي جاسوسي‬
‫تشکیالت نارحمه مشر او رهبر ته ورته دی‪ .‬کله چه انسان‬
‫ورته وګوري ال په اول نظر د هند د مظلومو خلکو د وینې‬
‫څاڅکي او په ثروت او پیسو نه مړیدونکي د ګناه تیارې‬
‫ترې څڅیږي‪ .‬او په غزني کې د سلطان محمود د‬
‫درباریانو او نورو کسانو له قلم څخه د نوموړي همدا‬
‫اوصاف هم ذکر شوي دي‪ .‬او هغه څه ئې هم لیکلي دي‬
‫چه په رسم کې ئې معلومیږي‪ .‬مګر پدومره فرق چه رسم‬
‫تور او سپین دی‪ ،‬خو د خپلې زمانې د درباریانو له خولو‬
‫څخه وتلي دي چه ویښتان ئې خرمائي ژیړ وو‪ .‬او په قد‬
‫هم لږ ټیټ او په اندام لکه رسامي نری وو‪ .‬او په پیسو او‬
‫چور او ثروت د نه مړیدونکی حرص ذکر شوی دی‪ .‬چه‬
‫البته دا سلطان د یو غالم زوی وو او د ارثي فقر او لوږې‬
‫وینه پکې پرته وه چه تاثیر ئې خامخا درلود‪ .‬لکه عربان هم‬
‫چه په چور نه مړیدل‪ .‬په رسم کې د سلطان ُمهر هم وجود‬
‫لري‪.‬‬
‫‪281 of 1205‬‬

‫دا سړی چه کله مړ شو د ده په ولکه کې دا سیمې‬


‫وې‪:‬‬
‫ننی افغانستان‪ ،‬بلوچستان‪ ،‬پنجاب او د ستلج جنوبي‬
‫ټولې سیمې‪ ،‬سیستان‪ ،‬خراسان‪ ،‬خوارزم‪ ،‬ری‪ ،‬همدان‪،‬‬
‫اصفهان‪ .‬او له آمو نه شمال ته چاغانیان‪ ،‬ترمز‪ ،‬قبادیان‪،‬‬
‫او ختالن‪.‬‬
‫او د هغو سیمو واکمنان ئې چه له فرمان الندې تابع‬
‫وو چه هر کال به ئې په میلونو دینار سره زر د باج او‬
‫مالیې او هدیې په توګه سلطان ته آستول‪ .‬د ډهلي‪ ،‬د‬
‫ګوالیور‪ ،‬کانویچ او کالینجر راجاګانو‪ ،‬د شرق راجستان‬
‫راجاګانو‪ ،‬بل د ُمکران امیر‪ ،‬د ګورجان د تبرستان‪ ،‬ګیالن‬
‫امیرانو او د ترکستان ځینو خانانو‪.‬‬
‫د سلطان محمود کیسه په واقعیت کې د هندوکش د‬
‫جنوب د سیمو اوسیدونکو پښتنو د ذهن او درون مائې د‬
‫ګمراهي کیسه هم ده‪ .‬د جهالت د تیارو هغه کیسه ده چه‬
‫تر دا ننه د "پښتنو په اسالم" ئې هم د پاکستان په‬
‫سرحدي غرنیو سیمو کې پاته د متجاوز خصلت شکل‬
‫نیولی او هم ئې د افغانستان دننه د پښتنو سیمو کې د‬
‫‪282 of 1205‬‬

‫عربو د غالمي په شرم آووښتی‪ .‬او د "پښتنو اسالم" له‬


‫همداسې جهالت څخه په خپل خاص شکل جوړ شوی‪ .‬او‬
‫کله چه بیا د افغانستان په نوم دولت د جهاد او د اسالم په‬
‫آرمان او بنیاد جوړ شو هماغه د پښتنو اسالم دا ځل په‬
‫ټول افغانستان کې نورو قامونو ته هم په دولتي وسایلو‬
‫تبلیغ او تلقین کړل شو چه د اسالم د خرافاتو تیارې په‬
‫پیړیو د افغانستان په خلکو ولویدلې‪.‬‬
‫او دولتي رسامانو ال د سلطان محمود له څهرې څخه د‬
‫نقاشي او رسامي له الرې او د رسامي په وسیله هم د‬
‫نوموړي د جهاد تبلیغ پیل کړ‪ .‬په رسم کې ئې غټې غټې‬
‫سترګې او مهربانه مخ او په سر باندې تاج کیښود‪ .‬او‬
‫لیکواالنو او روشنفکرانو د افغانستان تاریخ ته په فخر‬
‫وسپاره او د سلطان محمود د دربار د شاعرانو شعرونه‬
‫ئې د مکتب کتابونو ته هم داخل کړل‪ .‬چه د سلطان ټول‬
‫جنایتونه هم د تعلیم او تربیې او هم د معارف د وزارت او‬
‫دولتي تشکیالت له خوا د جهاد په نوم او د مبارک اسالم‬
‫د الرې د یو مجاهد په توګه او په ستاینې تشویق ته‬
‫وړاندې شول‪ .‬او د افغانستان د پاچایانو په کتار کې په‬
‫‪283 of 1205‬‬

‫لوړ تاریخي او جهادي مقام ونومول شو‪ .‬دده د دومره غال‬


‫کړي ثروت څخه یوازې دده قبر ځای پاته شو او هغه هم‬
‫چه په وروسته کلونو کې جوړ شو‪ .‬اوس افغانان ددې‬
‫قاتل او بشري جنایت کار قبر ته روضه سلطان وایي او‬
‫یو منل شوی زیارت دی‪.‬‬

‫په نتیجه کې د افغانستان د اوسیدونکو د ژوند او‬


‫عبادت په آرمان او په دعاګانو کې د سولې او د دوستي د‬
‫اخالقي غوښتنو او آرزوګانو په ځای د جنایت او د جهاد‬
‫غوښتنو او ستاینو ذهن ونیوو چه په جماتونو کې په‬
‫کورونو کې او بیا په رسمي مکتبونو کې په پیړیو د پردي‬
‫اسالم په جرمونو همدا غالم فرهنګ وتړل شو‪ .‬او افغانان‬
‫د خپل وطن په وړاندې له مسئولیت لرلو څخه روحا َ پردي‬
‫او بیګانه شول او دا اخالقا َ یوه کمزوري وه چه هم معنوي‬
‫خالیګاه او هم تاریخي خالیګاه د یو او بل په علت او هم‬
‫په معلول واووښتل‪ .‬نه ملي دولت جوړ شو‪ ،‬نه هم د ملي‬
‫آرمان روح او د انساني اخالقو صداقت او اتفاق پکې وده‬
‫وکړه‪.‬‬
‫‪284 of 1205‬‬

‫غور شاهان او پښتانه‬

‫د غور شاهانو د واکمني تر تاریخي نیټې پورې هغه څه‬


‫چه په کابل او غزني کې تیر شوي وو‪:‬‬
‫‪ .۱‬له کابلشاه "براهمانیست جیپال" سره د سبکتګین د‬
‫جنګ آغاز وو "‪۹۸۰‬م"‪ ،‬چه کابلشاه خپل پایتخت د‬
‫آباسین د آټک نومي ګُدر شمال ته انتقال کړی وو‪ .‬ځکه‬
‫چه جیپال د سبکتګین له پرله پسې حملو الندې راغی‪ ،‬نو‬
‫کابل‪ ،‬ننګرهار او د لغمان سیمې ئې له السه ورکړې‪ .‬بیا‬
‫جیپال د اسارت له خطر سره مخامخ شو او ځان ئې د‬
‫اور ملبو ته وروغورځاوو چه اسارت ئې قبول نکړ‪ .‬دی د‬
‫پنجاب تر "ستلج" رود پورې واکمن وو‪.‬‬
‫د کابلشاه جیپال د کورنۍ د غړو واکمني په ټوله موده‬
‫کې له سلطان محمود سره د نوموړي د پرله پسې‬
‫تجاوزونو په مقابل کې په دفاعي حالت او جنګ تیر شول‪.‬‬
‫چه ‪ ۴۷‬کاله ئې دوام وموند او بیا آخرینی کابلشاه په کال‬
‫‪ ۱۰۲۶‬میالدي کې په جنګ کې ووژل شو‪ ،‬چه "بیم پال"‬
‫‪285 of 1205‬‬

‫نومیده‪ ،‬چه د "تریلوچانپال" زوی وو او د "آنانداپال"‬


‫ملسی وو‪.‬‬
‫‪ .۲‬بله خوا په غزني کې د "سلطان مسعود" له پاچا کیدو‬
‫سره د منځنۍ آسیا د "سلجوق" د قام ترکانو په یو منظم‬
‫تشکیل د واکمن مسعود مخې ته په رقیب قوت واوښت‪ .‬ال‬
‫په کال ‪ ۱۰۲۵ - ۱۰۲۴‬میالدي‪ ،‬سلطان محمود د سلجوق‬
‫د اوغوز قام ته اجازه ورکړې وه چه د آمو دریا "جیحون"‬
‫جنوبي سیمو ته راواړي‪ .‬د سلجوق قام له خپل مشر‬
‫سلجوق څخه نوم آخستی دی چه زوی ئې "اسرائیل"‬
‫نومیده‪ .‬سلطان محمود اسرائیل ونیوو او غزني ته یې‬
‫راووست او بیا ئې د هند زندان ته واستاوو‪ .‬او دا د‬
‫دښمني بنیاد وو‪ .‬ال مخکې لدې حادثې څخه له ترکمن‬
‫قام څخه مشران سلطان محمود ته عریضه وړاندې کړې‬
‫وه چه "موږ ‪ ۴۰۰۰‬کوره یو که موږ ته د آمو په جنوب کې‬
‫سیمه راکړل شي‪ .‬هم ډیرې رمې لرو او هم به زمونږ زامن‬
‫د سلطان په پوځ کې وظیفه واخلي“‪ ،‬او سلطان منلې وه‪.‬‬
‫د دوی قام "اوغوز" نومیده چه بیا د مسعود په وخت کې‬
‫ئې د ټول خراسان واکمني اعالن کړه‪.‬‬
‫‪286 of 1205‬‬

‫علت دا وو چه مسعود د داسې واکمني استعداد‬


‫ندرلود چه د منځنۍ آسیا له ترکي قامونو او د هغوی د‬
‫تشکیل او ترې پیدا شوي نوي نظامي او جنګي شرطونو‬
‫سره مقابله وکړای شي‪ .‬خصوصا َ چه کله د مشر سلجوق‬
‫له زامنو "چاغره بی‪ ،‬داود او توغورل بی" سره مخامخ‬
‫شو‪ ،‬نو د مسعود ضعف هم ښکاره شو‪ .‬او له ټولو مهم‬
‫واقعیت دا وو چه نه سلطان محمود او نه هم سلطان‬
‫مسعود بیرته د خپل ترکي نژاد د قام د جنګ مخې ته‬
‫دریدلی شوالی‪ ،‬ځکه چه دوی جنګي خلک وو‪ .‬داسې آرام‬
‫کسان نه وو لکه د هند خلک چه جنګ او د وینې په مقابل‬
‫کې د یو احترام ژور تفکر ئې له خپلو اخالقي عقیدو څخه‬
‫منلی وو او د عبادت په توګه ئې د انسان ژوند ته همدا‬
‫احترام په پیړیو ملانځلی وو‪ .‬مګر د منځنۍ آسیا په قامونو‬
‫کې هغه ثروت هم نه وو کوم چه په هند کې وو‪ ،‬نو اسالم‪،‬‬
‫کفر او کافری یوه بهانه وه‪ ،‬اصل مقصد غال او چپاول وو‪.‬‬
‫او هم د هند په خلکو له وژلو د خوند او ذوق آخستلو تر‬
‫څنګ د توریالیتوب او د زړورتوب د شهرت ناروغه تمایل‬
‫وو‪ ،‬نه چه یا سلطان محمود هومره توریالی وو او نه هم د‬
‫‪287 of 1205‬‬

‫لښکر مشر قوماندانان چه ترکان وو او چه له ترکستان‬


‫څخه به ئې خپلې اردو ته راغوښتل‪ .‬د پوځ الندنې برخې‬
‫اکثریت ئې پښتانه وو‪.‬‬
‫همدغه تاریخي واقعیت د مسعود په واکمني کې‬
‫ښکاره شو‪ ،‬لکه څرنګه چه له مسعود څخه سلجوقیانو د یو‬
‫نظامي هوشدار په توګه د خراسان درۍ والیتونه پدې دلیل‬
‫غوښتي وو چه "موږ د دې ځمکې په سر د هستوګنې بل‬
‫ځای نلرو‪ .‬موږ د صحرا خلک یو او د تا د امپراطوري‬
‫سرحدونه به هم د ترکمنانو او هم د خوارزمیانو له چور او‬
‫حملو څخه ژغورو ‪ ."...‬نور د غزنویانو د واکمني ضعف‬
‫ښکاره شوی وو‪ .‬ورپسې د سلجوقیانو له خوا مسعود ته‬
‫بل لیک واستول شو چه‪" :‬له موږ څخه تر اوسه کومه‬
‫خرابي وتلې نده‪ .‬هغوی چه په خراسان باندې د غال او‬
‫چور حملې کوي هغوی ترکمنان دي زموږ ندي‪ .‬هغه‬
‫والیتونه چه موږ ته راکړل شول‪ ،‬مګر مونږ ته نه بس کیږي‬
‫تنګ دي‪ .‬زموږ خلک پکې نه ځایږي‪ ،‬نو له سلطان څخه‬
‫ریګزاره صحرا ته نژدې سیمې لکه "مروه‪ ،‬سرخس‪ ،‬او‬
‫آبیورد‪ ،‬هم غواړو ‪ ."...‬دا یوازې سلجوق قام نه وو چه د‬
‫‪288 of 1205‬‬

‫غزنوي امپراطوري په ضد پاڅیدلي وو‪ ،‬بلکه نور په خټه‬


‫ترک قامونه په شرقي ترکستان کې هم او هم ترکمن‬
‫قامونه د مسعود ضعف لیدلی وو‪ .‬مسعود به خپل وخت په‬
‫ښکار او د ډیرو شرابو په څکلو او نورو ساعت تیریو‬
‫تیراوو‪ .‬دا مسعود نومی هومره چاغ او قوي وو چه یوازې‬
‫فیل وړلی شوالی‪ .‬یوازې په یوه مجلس کې به یې ‪ ۲۰‬فیل‬
‫پائې شراب څیکل‪ .‬او په هلمند کې ئې په یوه ورځ څو‬
‫ځمریان په خپل مخامخ جنګ وژلي وو‪ .‬او هم دا د‬
‫نوموړي د خپل قام عصیان له برکته وو چه له دغو منځنۍ‬
‫آسیا قامونو سره په جنګونو او النجو مشغول پاته شو او د‬
‫هند د خلکو د وژلو فرصت ئې له السه اووت چه د هند‬
‫خلکو ته یو نیک فال وو‪.‬‬
‫د ترکمنانو د قوي قام د "سلجوقیانو" مشر ”توغرول"‬
‫ټول خراسان ونیوو‪ ،‬چه د نني افغانستان د بادغیس او د‬
‫هرات والیتونه هم د خراسان برخه وه او ترکمن قام پکې‬
‫واکمن وو‪ .‬او د سلجوق دوو زمنو "توغرول او چاغره" د‬
‫مسعود په شمول لوی لښکر "مروې" ته نژدې د‬
‫"داندانکان" په بې اوبو او بې وښو او وچکالیو زبلې‬
‫‪289 of 1205‬‬

‫دښته کې له سخت مرګ او قطعي شکست سره مخامخ‬


‫کړ‪ .‬او نور د خراسان واکمني قوت د سلجوقیانو په الس‬
‫کې وو چه ئې په دوهم ګام د غزني د فتحې پالن هم له‬
‫الس الندې وو‪.‬‬
‫مسعود په ډیر زحمت او په تیښته ځان له پاته پوځ‬
‫سره غزني ته ورساوو او بیا ئې د پالر بې حسابه خزانه‬
‫په فیالنو او اوښانو بار کړه او د هند په لور یو لوی‬
‫کاروان په حرکت راغی‪ .‬چه له ځان سره ئې خپل بندي‬
‫ورور او د هغه زامن هم له نظارت الندې بوتلل‪ .‬مګر په الر‬
‫کې د مسعود پداسې احمقانه تصمیم او له سلجوقیانو‬
‫څخه د شکست بیغیرتي د نوموړي پوځیان هومره نا آرامه‬
‫کړي وو چه په ناڅاپي توګه په خزانې بار کاروان باندې‬
‫چور ګډ او ورسره بندي ورور او زامنو ئې د جنګ په‬
‫جریان کې مسعود په لویه څاه کې وغورځاوو‪ .‬او دننه ئې‬
‫په څاه کې په لویو تیږو ویشت‪ ،‬مګر مسعود به هره لویه‬
‫تیږه د څاه په ژور تل کې په دواړو السو نیوله او له خپلو‬
‫پوښو الندې به ئې هره تیږه کیښودله چه بیا ئې سر او‬
‫السونه د څاه په زۍ ښکاره شول‪ .‬چه بیرته کله له څاه‬
‫‪290 of 1205‬‬

‫څخه په راختلو وو نو ویل کیږي چه احمد نومي وراره ئې‬


‫د یو لوی هاونګ په درانه الستي په سر وواهه او مسعود‬
‫ئې د څاه په هماغه ځای کې وواژه‪۱۰۴۱ - ۱ - ۱۷ ،‬م‬
‫کال‪.‬‬
‫سلجوقیانو د غزني له واکمنانو سره ‪ ۲۰‬کاله جنګ ته‬
‫دوام ورکړ‪ ،‬چه بیا په کال ‪۱۰۷۰‬م د سلجوق مشر "ملک‬
‫شاه" لور د غزني واکمن ته په واده کولو سوله وشوله‪ .‬او په‬
‫کال ‪۱۰۹۹‬م کې سلطان سنجر "سلجوقی" واکمن وو‪ .‬او‬
‫په کال ‪۱۱۰۰‬م د غزني واکمن له خوا د غور په حکمراني د‬
‫سام زوی ”حسین“ مقرر کړل شو‪ .‬پدې وخت کې دغزني‬
‫واکمن " ”دریم مسعود" وو‪ .‬او کله چه د سلجوقیانو مشر‬
‫"سلطان سنجر" له بل ترکي نژاده قام "کره ختای" څخه‬
‫شکست وخوړ او له ‪۱۱۴۳‬م نه تر ‪۱۱۴۷‬م پورې له‬
‫خوارزمشاهانو سره په ګیرودار کې وو‪ .‬د همدې شرطونو‬
‫نه په استفاده د غور حکمرانانو په خپله ګټه د پاچاهي‬
‫کولو پالن ته متوجه شول‪ ،‬داسې چه‪:‬‬
‫د غور له امیرانو څخه قطب الدین محمد د خپلو وروڼو‬
‫له دسیسې څخه غزني ته پناه ویوړه او د غزني له واکمن‬
‫‪291 of 1205‬‬

‫"بهرام" له خوا هرکلی شو‪ ،‬او خپله لور ئې هم ورکړه‪.‬‬


‫‪۱۱۴۶‬م او قطب الدین بیا بهرام ته دسیسه جوړه کړه خو‬
‫ګیر شو او د بهرام له خوا د زهرو په ورکولو ووژل شو‪.‬‬
‫پدې کار د قطب الدین محمد ورور "سیف الدین سوري" له‬
‫خپل پوځ سره په غزني د انتقام آخستلو په مقصد حمله‬
‫وکړه او غزني ئې ونیوو‪ .‬بهرام الهور ته پناه ویوړه‪ ،‬مګر‬
‫په یوې ناڅاپي حملې ئې غزني بیرته ونیوو او سیف الدین‬
‫ته ئې په ورکړي قول وندرید او هغه ئې هم وواژه‪۱۱۴۹ .‬م‪.‬‬
‫پدې آوازې د سیف الدین بل ورور "عالوالدین حسین“‬
‫له غور څخه په قهر په غزني حمله وکړه او غزني ئې‬
‫ونیوو‪ .‬او بهرام خان بیا الهور ته وتښتید‪ .‬عالوالدین‬
‫حسین د غزني په تخت د کشیناستلو په ځای یې برعکس‬
‫د ټول غزني کورونو‪ ،‬ښار او ودانیو ته ئې اور واچاوو‪،‬‬
‫کال ‪ ۱۱۵۱‬م‪ .‬او پدې کار په "عالوالدین جهانسوز" مشهور‬
‫شو‪ .‬بیرته غورته په تلو سره یو کال وروسته له سلجوقیانو‬
‫سره په جنګ کې د سلطان سنجر له خوا اسیر کړل شو‪.‬‬
‫مګر بیا ئې وباښه او پدې ځل سلطان سنجر پخپله د‬
‫‪292 of 1205‬‬

‫"اوغوز" ترکانو له خوا اسیر شو او اوغوز غزني ونیوو‪.‬‬


‫مګر غزني کې له سوزیدولو کنډوالو پرته بل څه پاته نه وو‪.‬‬
‫په هند کې د غزنویانو آخرین واکمن "خسروملک" چه‬
‫کله د غور واکمن "معزالدین محمد" په هند باندې حملو ته‬
‫د جهاد د لښکرو په ویستلو پیل وکړ‪ ،‬نو دا د غزنویانو‬
‫آخرینی واکمن ئې په الهور کې ونیوو او د غور د یو غره‬
‫په زندان کې ئې بندي کړ‪ ،‬چه ساه ئې په هماغه غرني‬
‫زندان کې وخوت‪ .‬او پدې توګه د غزنویانو د جهاد او په‬
‫هند د تجاوزونو پاڼه له منځه نه والړه‪ ،‬بلکه دا ځل د‬
‫غوریانو له خوا د هند د خلکو په وینو ولیکل شوله‬
‫"‪۱۱۸۶‬م"‪.‬‬
‫د غزنویانو له "‪ "۲۰۷‬کاله تجاوزونو او جنایتونو څخه د یو‬
‫”اخالقي فلج“ او د ”وجداني کمزورتیا“ د یوې لوئې‬
‫مدرسې په توګه کار وانخستل شو‪ ،‬بلکه دا بنیاد د‬
‫افغانستان د خاورې د راتلونکو اوسیدونکو لپاره د ګمراه‬
‫ذهن او ذهنیت په رامنځ ته کونکي بنیاد واووښت‪ ،‬چه د‬
‫مطالعې تاریخي موضوع ده‪ .‬که دا د غور پښتانه وو او‬
‫بیا که د "میرویس هوتک" د واکمني پښتانه وو او بیا که د‬
‫‪293 of 1205‬‬

‫"ابدالي احمد شاه" د جهادي لښکرو پښتانه وو‪ ،‬تر‬


‫طالبانو پورې‪ ،‬چه دوی ټول او ټول د غزنویانو د هماغې‬
‫مدرسې د وحشت او جرمونو غوښتونکي او د جهالت او‬
‫جهاد په دین تړلي او تر دا ننه د ژوند او انساني فضیلت‬
‫دښمنان پاته شول‪.‬‬
‫هغه ماشوم چه د افغانستان په خاوره کې دنیا ته راته‬
‫هغه ماشوم یوازې یو غږ آورید‪ ،‬چه یوازې د غزنویانو د‬
‫اسالم او جهاد غږ وو‪ .‬او دې غږ نه پرته نه د افغان او‬
‫افغانیت غږ وو‪ ،‬نه د انسان او فضیلت غږ‪ .‬نو هماغو‬
‫ماشومانو دا یوازینی غږ مګر له څو خولو نه آورید‪ .‬چه که‬
‫خپل کور ئې وو نو د خپل پالر له خولې ئې آورید‪ ،‬پالر‬
‫خپل ماشوم ته مقدم قوت او باور وو‪ .‬او ماشوم پدې‬
‫نپوهیده چه پالر ئې د پردي اسالم په تیارو کې غرق شوی‬
‫او غالم شوی دی‪ .‬آن تر دې چه خپله وینه او خپل ملي‬
‫هویت ئې ال هیر کړی دی‪ .‬ماشوم ته هر څه د پالر له‬
‫خولې رښتیا وو‪ .‬او د خپل پالر الره ئې سمه وه‪ ،‬حتی چه‬
‫خپل سر ئې هم پدې الره ورکاوو‪ .‬بله خوله د جمات د مال‬
‫خوله وه او ماشوم ته جمات د "خدای کور" ښکاره کیده‪.‬‬
‫‪294 of 1205‬‬

‫همداسې تلقین شوی وو او مال د خدای په کور کې د‬


‫خدای د دین نماینده وو‪ .‬څومره چه په اسالم کې ملونځ په‬
‫هر مسلمان فرض وو‪ ،‬هومره جهاد هم په هر مسلمان‬
‫فرض شوی وو چه کافران ووژني او د کافرانو د وژلو په‬
‫الر کې که مسلمان شهید کیده نو خدای هغه شهید ته‬
‫خپل جنت ورکاوو‪ .‬ځکه چه د خدای د رضایت په خاطر او‬
‫په همدې الر کې وژل شوی وو‪ .‬او که چیرته ژوندی پاته‬
‫شوی وو نو مجاهد او غازي وو‪.‬‬
‫ما شوم ته همدا خبرې د اسالم او د خدای خبرې‬
‫وې‪ .‬او مال به د جهاد مثالونه ورکول چه د افغانستان په‬
‫خاوره کې د فخر لوی مجاهد او مسلمان سلطان محمود‬
‫غزنوي وو‪ .‬نوموړی واقعي مجاهد او مسلمان څومره زیات‬
‫د اسالم د سالمت په الر کې خذمتونه سر ته رسولي وو او‬
‫څومره زیات په سلهاوو زره کافران ئې وژلي وو‪ .‬او د‬
‫کافرانو په سلهاوو زره بتخانې ئې ړنګې کړې وې او په‬
‫سلهاوو زره اسیران او مالونه ئې له کافرانو څخه غزني ته‬
‫د جهاد په الره کې راوړې وې‪ .‬هغه پاچا څومره لوی‬
‫‪295 of 1205‬‬

‫مجاهد وو چه خپل ټول ژوند ئې د خدای او د اسالم په‬


‫الره کې تیر کړ‪.‬‬
‫ماشوم یوازې او یوازې همدا غږ داسې آورید چه لکه‬
‫چه د خدای غږ آوري‪ .‬بل هغه غږ د ماشوم غوږو ته بل چا‬
‫نه رساوو چه که اسالم بت خانې ماتولې الکن د عربو‬
‫زړې بت خانې ته ”کعبې" ته ئې خپل پیروان په سجدو‬
‫غورځول‪ .‬او مسلمانان په ټولو هیوادونو کې د عربو‬
‫هماغې زړې بت خانې ته سجدې کولې‪ .‬ماشوم ته همدا‬
‫حقیقت چا نه ویل‪ ،‬ځکه چه د حقیقت ویونکی داسې څوک‬
‫نه وو‪ ،‬که نه خو حقیقت ویونکی به یو کافر وو چه د کفر‬
‫خبرې به ئې کولې‪.‬‬
‫ماشوم د خپل کور دننه او بهر هر چیرته د خپلو‬
‫نیکونو د باتوري غږونه آوریدل‪ ،‬چه څرنګه ئې له هند څخه‬
‫د غنیمت جهادي مالونه راوړي وو او په هغو مالونو ئې‬
‫ژوند بدل شوی وو‪ .‬او له هغه فقر وهلي څخه یو خان جوړ‬
‫شوی وو‪ ،‬آن تر دې چه مبارک حج ته هم تللی وو او د‬
‫خدای کور "کعبه" ئې له نژدې څخه په خپل ژوند په خپلو‬
‫‪296 of 1205‬‬

‫سترګو لیدلې وه او هلته ئې له خدای نه د مسلمانانو بری‬


‫او د کفارو شکست غوښتی وو‪.‬‬
‫او افغانان په پیړیو پیړیو په همدې یوه غږ وزیږیدل او‬
‫د همدې یوازینی یوه غږ په آوریدلو لوی شول او په همدې‬
‫تیارو کې پاخه شول‪ .‬او د همدې معنوي خالیګاه له ګناه‬
‫او کندو څخه د قبر خاورو ته ورغړیدل‪ .‬او د افغانستان‬
‫خاوره ئې په خپلو ادیرو او قبرونو ډکه کړه‪ .‬او لدې پرته د‬
‫بل هیڅ آبادي نښې ترې پاته نشولې‪.‬‬
‫دا چه ولې داسې شول‪ ،‬دا موضوع له یوې مقایسې‬
‫سره روښانه کیدلی شي او هغه موضوع داده چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬سلطان محمود د خپل پوځ مهم قوماندانان له خپلې‬
‫ترکي خټې څخه ټاکلي وو‪ ،‬چه په دوو برخو ویشل شوي‬
‫وو‪ .‬یو هغه ترکان وو چه په منځنۍ آسیا کې د غالمي له‬
‫بازار څخه آخستل کیدل او یا سلطان ته په هدیه ورکول‬
‫کیدل‪ .‬دا نوي نوي ځواني ته رسیدلي غالم ترکان وو چه‬
‫سلطان به لدوی څخه خاص ګارد جوړاوو‪ ،‬مطمین ترین‬
‫کسان وو‪ .‬هم په ښایست او هم په زړورتیا او هم سلطان‬
‫ته په وفاداري تربیه شوي وو‪ .‬چه بیا لدوی څخه حتی د‬
‫‪297 of 1205‬‬

‫غور شاهانو په پوځ او دربار کې هم لوی لوی قوماندانان‬


‫شول‪ ،‬چه د هند فتحه شوې سیمې رهبري دوی ته‬
‫وسپارل شوله‪ .‬چه همدا سیستم له غزنویانو سره پیل‬
‫شوی وو او په غور شاهانو کې ئې هم دوام وموند‪.‬‬
‫او بل هغه ترکان وو چه د سلطان له خوا به راسا َ د‬
‫منځنۍ آسیا له ترک نژادو قامونو او ترکمنستان څخه‬
‫راوغوښتل او له همدې کسانو څخه به په هند کې د فتحه‬
‫شوو سیمو ترکي قوماندانانو او رهبرانو واک ته واستول‬
‫شول او د نظام نظامي ساتنه د دوی په غاړه وه‪.‬‬
‫اوس اصلي مقصد دادی چه له پښتنو څخه ئې فرق‬
‫دا وو چه دغو ټولو ترکی نژادو که له هر قام څخه هم وو‬
‫لکه "اویغور ترکان‪ ،‬کره خانیان‪ ،‬کرغزیان‪ ،‬او ایلک خانیان‬
‫او یا ګیوک ترکان‪ ،‬ترکمنان‪ ،‬سلجوقیان او نور قامونه"‬
‫مګر دوی ټولو ځانونه په خپل افسانوي مشر "افراسیاب"‬
‫تړل او هم ئې ځانونه د "تورک ‪ -‬توران" له وینې څخه‬
‫ګڼل‪ .‬له خپل مشر "افراسیاب" څخه د هر ترک نژاده غوږ‬
‫ته دا خبره رسیدلې وه چه‪" :‬ترکان هغه غمي ته ورته دي‬
‫چه کله په بحر کې دا غمي د پټوکو منځ کې وي نو بیقدره‬
‫‪298 of 1205‬‬

‫وي‪ ،‬مګر کله چه له پټوکو څخه بهر راووځي نو یا د‬


‫شاهانو په تاج کې ځای نیسي او یا د ښکلو پیغلو په‬
‫امیل کې ځلیږي ‪ ."! ...‬مانا ئې دا وه چه ترک په‬
‫ترکمنستان خپل هیواد کې قدر نلري‪ ،‬مګر لدوی څخه په‬
‫نورو ځایونو کې د شهرت وړ رهبران او قوماندانان جوړ‬
‫شوي دي‪ .‬چه همدا خبره د غزنویانو او بیا د غور شاهانو‬
‫د امپراطوریو په زمانو کې رښتیا وختله‪ .‬چه په هند کې‬
‫ترک نژاده کسانو خپل اتفاق په مشترک خپل متحد نوم او‬
‫وینې راټول ټینګ وساته‪ .‬چه همدا کار په پښتنو کې نه وو‪.‬‬
‫که په خپلو کورونو او د قام دننه ژوند کې وو او که بیا هند‬
‫ته والړل په دواړو ځایونو کې اتفاق ته ونه رسیدل‪.‬‬
‫‪ .۲‬پښتنو ته د "ملت" یا "افغانیت" احساس له کوم خپل‬
‫واکمن الس څخه او له خپلې سیمې یا دولت او یا مرکز‬
‫څخه ورکړل شوی نه وو‪ .‬او دوی پداسې یوې واکمني تړل‬
‫شوي نه وو چه د یوې مستقلې "خودي" باور ولري او په‬
‫همدغه علت هر بیل بیل قام او "زه" د ځان یوازنی واکمن‬
‫پاته شو‪ .‬چه څرنګه یوازې "خپل زه او ځان“ له فقر څخه‬
‫وباسي چه نتیجه ئې "نوکري" وه او نه ”واکمني“!‬
‫‪299 of 1205‬‬

‫د واکمني الره یوازې د اتفاق الره وه‪ ،‬کوم چه پدوی کې نه‬


‫وه‪ .‬او د پښتنو نوم او موجودیت یوازې د سلطان محمود په‬
‫واکمني زمانې کې هغه وخت په "نوکري" ښکاره شول چه‬
‫دوی د سلطان د جنایت او د جهاد او تجاوز او چور الره‬
‫په دین ومنله‪ .‬مانا دا چه دوی په پردي واکمن او پردۍ‬
‫واکمني راټول شول‪ ،‬نه چه دوی په خپله قامي وینه او یا‬
‫قامي مستقلې واکمني د یو واکمن قدرت په توګه ځانونه‬
‫ښکاره کړي وي‪ .‬چه د "نوکري" هغه عقدې به پکې پاته‬
‫شوې نه وای چه تر دا ننه هم پکې پاته دي‪ ،‬او پدې خبرو‬
‫ځانونه راضي کول غواړي چه ځانو ته "باتوران او غیرتي“‬
‫او له نورو لوړ وائي‪ .‬چه ال ئې ال هم په هماغو عقدو‬
‫اوخالیګاوو کې غرقوي‪ ،‬نه چه نجات ورکړي‪ .‬ځکه چه‬
‫هماغه نفاق او جهالت له منځه نه دی تللی چه همدا‬
‫تاریخي واقعیت دا نن په یوویشتمې پیړۍ کې پښتانه هم‬
‫د پاکستان د سرحدي سیمو په پښتنو کې ځانونه د اسالم‬
‫د ساتنې ساتونکي بولي او هم د افغانستان دننه د پښتنو‬
‫په اکثرو سیمو کې پښتانه په اسالمي تیروریستانو‬
‫آوښتي دي‪ .‬چه د "اسامه بن الدن" د جهاني جهاد او د‬
‫‪300 of 1205‬‬

‫لوئې آسیا د خالفت ناروغ آرمان ته ئې د خپل ټول هیواد‬


‫واک پریښود‪ ،‬چه د افغانستان خاوره د بین املللي‬
‫اسالمي تیروریستانو د روزنې لپاره په بدنامه شهرت او‬
‫جهان ته په خطر واووښتله‪.‬‬
‫که له همدې خاورې څخه سلطان محمود په غزني‬
‫کې د هند د وطن د ورانولو پالنونه جوړول‪ ،‬او له همدې‬
‫خاورې ئې په هند تجاوزونه کول‪ ،‬بیا بیا هم همدا خاوره‬
‫وه چه غورشاهانو‪ ،‬بیا هوتکیانو او ورپسې ابدالیانو دې‬
‫خاورې ته په سپکه سترګه وکتل او د جهاد نارې یې له‬
‫همدې خاورې څخه جګې کړې‪ .‬او بیا باالخره دادی چه‬
‫نن د جهاني تیرور د جرمونو مرکز وګرزید‪.‬‬
‫له همدې خاورې څخه هند ته له تللي اسالمي جنایتونو او‬
‫جهاد په علت وو چه دا د سیمې د شر او فساد ځاله د‬
‫لوی هند له ملنې څخه لکه یو ارمونی وزیږید‪ ،‬چه په‬
‫پاکستان یاد شو‪ .‬چه د لوی هند له وجود څخه یو الس‬
‫پرې شو‪ ،‬چه چاړه ئې د افغانستان په خاوره کې تیره‬
‫شوې وه‪ .‬او دا هغه بشري او اخالقي جرم او جنایت وو‪،‬‬
‫چه بیا چه هماغه د حرام زیږګنده پاکستان چه د افغانانو‬
‫‪301 of 1205‬‬

‫د جهاد په نتیجه کې مسلمان شوی او جوړ شوی وو‪،‬‬


‫دادی چه اوس یې بیرته په افغانستان مخ راواړاوو او په‬
‫افغانانو یې کلکې او نارحمه خولې ولګولې‪.‬‬
‫چه له ‪ ۱۹۹۲‬تر ‪ ۲۰۰۱‬میالدي پورې ئې دا هیواد سخت‬
‫وزابه‪ .‬دا یو الهي مجازات وو چه پدې خاوره کې د اسالم‬
‫له ژبې او تورې څخه د کائیناتو الهي روح او پروردګار ته‬
‫توهین او حقارتونه شوي وو‪ .‬ورور خپل ورور ته پردی‬
‫شوی وو او افغان د خپل مور مقام او د وطن عزت ته‬
‫دښمن شوی وو‪ ،‬او اخالقا َ د کمزورو شوو مسلمانو‬
‫افغانانو په سینو کې د ژوند او شرف په وړاندې نور‬
‫صداقت ځای ندرلود‪ .‬ځای ئې د اسالم فریب او منافقت‬
‫نیولی وو‪ .‬دا بدترین مجازات وو‪ ،‬چه د مسلمانو افغانانو‬
‫د معنوي خالیګاه له علت څخه بیرته افغانانو ته پیدا شو‪.‬‬
‫خپل بې ګناه خلک یې ووژل او خپل د هیواد پایتخت یې‬
‫په ډیره نامردي په کنډواله واړاوو او د عربو په جنایتونو‪،‬‬
‫جنت او جرمونو تړل شوی یو غالم امت ترې جوړ شو‪.‬‬
‫‪302 of 1205‬‬

‫د غور د امیرانو نومونه ټول په "دین" ختمیدل؛ لکه ملک‬


‫سیف الدین‪ ،‬ملک فخرالدین‪ ،‬ملک غیاث الدین‪ ،‬ملک‬
‫معزالدین‪ ،‬عالوالدین‪ ،‬شهاب الدین او نور‪ .‬د دې امیرانو‬
‫په واک کې بامیان وو‪ ،‬چه حکمران ئې فخرالدین وو‪ .‬بل‬
‫تخار وو‪ ،‬بیا ئې کرار کرار "زمینداور‪ ،‬ګرمسیر‪ ،‬غرجستان‬
‫تالقان او سیستان هم فتحه کړل‪.‬‬
‫پدوی کې دوه وروڼه مهم وختل چه په غزني کې‬
‫سلطان معزالدین وو او په غور کې سلطان غیاث الدین‬
‫وو‪ .‬او پدې وخت کې چه د سلطان سنجر سلجوقي له‬
‫بندي کیدلو وروسته هم غزني او هم کابل د "اوغوز یا غز"‬
‫ترک نژاده قام له حکومت الندې راغلل‪ ،‬مګر غیاث الدن‬
‫اوغوز له غزني څخه وویستل او خپل ورور ئې په غزني‬
‫کې سلطان مقرر کړ‪ .‬او په کال ‪ ۱۱۷۵‬میالدی د خراسان‬
‫شرقي خوا هرات هم د غورشاه الس ته ورغی‪ .‬او ورور ئې‬
‫معزالدین په هند د جهاد لښکرې وویستلې چه په کال‬
‫‪ ۱۱۹۵‬میالدي کانویچ ئې ونیوو‪ .‬دې سړي غوښتل چه د‬
‫سلطان محمود ځای ونیسي او له هغه نه ئې هم شهرت‬
‫ډیر شي‪ ،‬نو ئې د جهاد د لښکرو پرله پسې تجاوزونه پیل‬
‫‪303 of 1205‬‬

‫کړل‪ .‬چه معزالدین تر "بنارس" پورې هم ځان ورساوو او‬


‫دا د دې مانا وه چه عام قتلونه په ډیره نارحمي سرته‬
‫رسیدل‪ .‬چه ړنګول او چور پکې پای ندرلود‪ .‬خصوصا َ د‬
‫ډیرو ړنګ کړل شوو معبدونو په ځای ئې جماتونه آباد‬
‫کړل‪ .‬د هند خلک به یا مسلمانیدل او یا به وژل کیدل‪ .‬او‬
‫معزالدین غوري هم په خپل پوځ کې لکه سلطان محمود‬
‫هر کال له منځنۍ آسیا څخه ترکمنان داخلول‪ ،‬مګر‬
‫پښتانه پکې ډیر وو‪ .‬چه په یو ځل چه کله د نوموړي‬
‫سلطان مجاهد او متجاوز پوځ کارنال ته نژدې په‬
‫"تاراین" کې چه کله د راجا "پیرتیوراج یا رای پیتروا" له‬
‫ورور سره د جنګ په میدان کې مخامخ شو‪ .‬نو معزالدین‬
‫د نوموړي په خولې د تورې وار وکړ او هغه د معزالدین مټ‬
‫په توره وواهه او د آس قیضه ئې له السه ولویدله نو یو‬
‫غلجي پښتون عسکر ورمنډه کړله د سلطان په آس سپور‬
‫شو سلطان ئې له مرګ نه وژغوره‪ .‬چه بیا ئې پدې خذمت‬
‫نوموړی ته په هند کې په سلهاوو جریبه ځمکه بخشش‬
‫کړه‪.‬‬
‫‪304 of 1205‬‬

‫مګر بیا هم د پوځ مهم قوماندانان ترکان وو‪ .‬لکه‬


‫څرنګه چه کله ئې "اجمیر" ونیوو د ډهلي په لور ئې حرکت‬
‫وکړ او بیا ئې په هند کې د نیول شوو ټولو آیاالتو‬
‫حکمراني "د والي منصب او هم د پوځ مشرتابه" ئې "آی‬
‫بی یا آی بیګ" ته ورکړه‪ ،‬او خپله غزني ته له ډیرو ولجو‬
‫سره ستون شو‪.‬‬
‫ورور ئې غیاث الدین چه د غور سلطان وو‪ ،‬نو دې‬
‫سړي له خوارزم شاهانو سره په جنګ وو چه ځانونه ئې د‬
‫سلطان سنجر وارثان ګڼل‪ .‬پدې وخت کې د خوارزم شاه‬
‫چه سلطان محمد نومیده او د دو زمنو تر منځ ئې داخلي‬
‫جنګونه وو چه یو "جالل الدین" نومید او بل ئې "توکوش"‬
‫نومید‪ .‬چه جالل الدین غور ته غیاث الدین ته پناه ویوړله‬
‫مګر وروسته ئې د "کره خطای ترک خاقان“ څخه کومک‬
‫وغوښت او په غور ئې حمله وکړه‪ .‬خو غیاث الدین په کال‬
‫‪۱۲۰۳‬م کې مړ شو‪ .‬او زوی ئې د "بست" والي وو‪ .‬او‬
‫معزالدین بیا د هرات والیت سلجوقی "الپ ارسالن" چه په‬
‫"غازي" ملقب وو او د معزالدین د خور او د سلجوقی‬
‫”کزل ارسالن" زوی وو‪ ،‬کله چه غیاث الدین مړ شو نو‬
‫‪305 of 1205‬‬

‫د خراسان د سیمو نیول د هغه واکمني ته سپارل‬


‫شوی وو‪ .‬او معزالدین چه یې د هند خاوره اشغالوله‪،‬‬
‫مګر اوس ئې هند ترک نژاده "آیبک" ته پرې ایښی وو‬
‫چه فتوحات ئې پکې کول‪ .‬او پوځیان ئې په اکثریت بیا‬
‫هم له خپل نژاد څخه وو چه په لوړو چوکیو مقرر کړی وو‬
‫او پښتنو پکې د عسکرو وظیفه اجرا کوله‪ .‬مګر معزالدین‬
‫اوس لکه ”سلطان مسعود" له خپل قام سره په خراسان‬
‫کې په مشکالتو او جنګ ګیر راغلی وو‪ .‬او لکه سلطان‬
‫مسعود په لوی لښکر ‪ ۱۴۰۰۰۰‬په کال " ‪۱۲۰۴‬م " په‬
‫خوارزم حمله وکړه‪ .‬مګر هلته د "کره سو = تورې اوبه"‬
‫نژدې سیمه کې ئې شکست وخوړ او د غزني په لور لکه‬
‫سلطان مسعود په تیښته شو‪ .‬او کله چه "اندخوی" ته‬
‫راورسید "اوغوز او کره خطای" له پوځ سره مخامخ شو‪.‬‬
‫او د پوځ ډیره برخه ئې له منځه والړه ووژل شول‪ .‬چه‬
‫پدې توګه د غور شاهانو د مال تیر په غور او خراسان‬
‫کې مات شوی وو‪ .‬او معزالدین ژمی بیا د هند په لور د‬
‫تجاوز لښکرې بوتللې‪ .‬مګر کله چه بیرته غزني ته‬
‫راستنیده د آباسین په غاړه یوه شپه په خپله خیمه کې د‬
‫مارچ په پنځلسمه مړ پروت وو‪ ،‬کال ‪ ۱۲۰۶‬میالدي‪.‬‬
‫‪306 of 1205‬‬

‫یوازې یوه لور ئې درلودله او زمن ئې د تخت د وارث په‬


‫توګه ندرلودل‪ .‬یو چا ورته ویلي وو چه "موږ پدې افسوس‬
‫کوو چه کاشکې تا یو زوی درلودلی ‪ .“! ...‬معزالدین په‬
‫ځواب کې داسې ورته ویلي وو چه‪" :‬له ما مخکې‬
‫پاچایانو دوه یا درۍ یا هم نور زامن درلودل‪ ،‬مګر زما‬
‫زامن په زرهاوو دي‪ .‬زما ترک بندګان او پوځیان به زما د‬
‫لوی مملکت وارثان هغوی وي او زما نوم به هغوی په‬
‫خطبو کې یادوي ‪ .“! ...‬چه د پښتنو نوم پکې ذکر شوی‬
‫ندی‪ .‬او معزالدین همیشه له ترکستان څخه ترک نژاده‬
‫هلکان راوستل او په پوځ کې به ئې په خاص نظم روزل‪.‬‬
‫دوه د جنګ بیرغونه ئې درلودل‪ ،‬یو بیرغ چه د جنګ په‬
‫میدان کې به په ښي اړخ کې رپیده تور رنګ ئې درلود او‬
‫د دې بیرغ الندې به ترک جنراالن او نور والړ وو او په‬
‫چپ جنګي صف کې به سور بیرغ رپیده چه الندې به ئې‬
‫غوریان او نور پښتانه والړ وو‪.‬‬
‫د معزالدین له مرګ نه وروسته د غور د "شنسب"‬
‫خاندان څخه درۍ کسان په مختلفو سیمو کې واکمن وو‪:‬‬
‫د غور واکمن‪ ،‬د بست او زمینداور واکمن او د بامیانو‬
‫سلطان چه د "سام" له فامیل څخه وو‪ .‬دا درۍ واړه‬
‫‪307 of 1205‬‬

‫پښتانه غور شاهانو له جملې څخه وو‪ .‬مګر د هند واکمن‬


‫ترک "آیبک" او د "کُرمې" واکمن بیا هم د معزالدین له خوا‬
‫"تاج الدین یلدوز" ترک وو‪ .‬او هغه ته ئې ویلی وو چه‬
‫وروسته له ما به د غزني تخت ستا وي‪ .‬مګر آیبک ځان د‬
‫هند واکمن او د معزالدین ولیعهد ګاڼه‪.‬‬
‫کله چه د آباسین په غاړه معزالدین په خپله خیمه کې‬
‫مړ پیدا شو‪ ،‬دې سړي د هند له خاورې او خلکو څخه‬
‫‪ ۲۰۰۰‬خروار غنیمت هم له خپلې جنازې سره درلودل‪ .‬مګر‬
‫په پوځ کې دا پوښتنه پیدا شوله چه دا غنیمت او جنازه له‬
‫کومې الرې څخه غزني ته ورسوي؟“‪ .‬خروار د خره بار ته‬
‫ویل کیږي چه یو خروار ‪ ۱۳۰‬کیلو ګرامه راځي!"‪ .‬د دومره‬
‫ډیرې خزانې الس او ځای معلوم نه وو‪ .‬ځینو غوښتل په‬
‫”کُرمه" کې د د تاج الدین یلدوز الس ته ولویږي او ځینو‬
‫غوښتل چه د بامیانو امیر "بهاو الدین سام" الس ته‬
‫ورشي‪ .‬پدې مانا چه د غور همدا پښتون اوسیدونکي باید‬
‫ډیر ژر له بامیانو څخه ځان د غزني تخت ته ورسوي‪ .‬د‬
‫خزانې څښنت کیدل په واقعیت کې د غزني واکمن کیدلو‬
‫قوت وو‪ .‬او که د بامیانو الره غوره شوې وای چه د همدې‬
‫‪308 of 1205‬‬

‫نظر خاوندانو د کُرمې د الرې په ځای د لوګر د "ګمران"‬


‫الره پیشنهاد کړه چه بامیانو ته ګمران نژدې وو‪ .‬مګر هم‬
‫وزیر او هم تُرکي قوماندانانو د خزانې د وړلو واک تر‬
‫السه کړ او د کرمې په لور رهي شول چه د معزالدین‬
‫جنازه هم ورسره وه‪ .‬بالخره غزني ته په رسیدلو سره د‬
‫”شنسب" له خاندان څخه غوري امیرانو تر منځه د میراث‬
‫په سر نفاق بالخره جنګ ته ورسید‪ .‬د "بست او زمینداور‬
‫حکمران د غیاث الدین زوی د غور په مرکز "فیروز کوه"‬
‫حمله وکړه هغه ځای ئې ونیوو او د هغه ځای حکمران‬
‫عالو الدین محمد ئې بندي کړ او همالته پاته شو‪ .‬مګر په‬
‫غزني کې د غوري پښتنو امیرانو او ترکي جنراالنو په ګډه‬
‫مشورې د بامیانو حکمران "بهاوالدین" ئې د غزني‬
‫واکمني ته راوغوښت‪ ،‬الکن په الره کې مړ شو‪ .‬دوه زامن‬
‫ئې "عالو الدین او جالل الدین" دواړه غزني ته راورسیدل‬
‫او مشر عالوالدین ) عال الدین ( د غزني په تخت‬
‫کشیناست او خزانه ئې یوازې تر خپلو منځو سره وویشله‪.‬‬
‫دې نارضایتي رامنځ ته کړه‪ ،‬په نتیجه کې وزیر او ترکي‬
‫جنراالنو له کرمې څخه "یلدز" راوغوښت‪ .‬چه کله دواړه‬
‫‪309 of 1205‬‬

‫لښکرې سره مخامخ شولې نو د عال الدین په لښکرو کې‬


‫ترکي عسکرو د "یلدز" خوا ته واوووښتل او غزني په ډیره‬
‫آساني د "یلدز" الس کې ولوید‪ .‬او د شنسب د فامیل‬
‫وارثان ئې بندیان کړل‪ ،‬بیا ئې ژر خوشې کړل او بیرته ئې‬
‫بامیانو ته واستول‪.‬‬
‫مګر کله چه دا دوه غوري پښتانه وروڼه بامیانو ته‬
‫ورسیدل‪ ،‬نو ئې د "اوغوز" ترکانو څخه کومک وغوښت او‬
‫د په پوځ جوړولو شول‪ .‬او بیا ئې په غزني حمله وکړه‪،‬‬
‫مګر "یلدز" شکست ورکړ او اسیران شوي دواړه وروڼه ئې‬
‫له بند نه وبښل او بیرته ئې بیا بامیانو ته واستول‪ .‬او کله‬
‫چه بامیانو ته ورسیدل د دې دواړو وروڼو دا ځل په تخت له‬
‫یو بل سره وران شول‪ ،‬ځکه چه عال الدین ویل چه مشر زه‬
‫یم مګر ورور ئې جالل الدین چه له غزني څخه په بیړه‬
‫ځان بامیانو ته رسولی وو خپل مشر ورور ته ئې وویل "ما‬
‫تخت له تا نه مخکې نیولی دی اوس زما حق دی“‪ .‬او مشر‬
‫ورور ئې د خوارزم شاه "محمد" دربار ته د کومک په‬
‫غوښتلو پناه ویوړه چه تخت له خپل کشر ورور څخه‬
‫ونیسي‪ .‬د تاریخ پدې زمانه کې د بامیانو مرکز او د تخت‬
‫‪310 of 1205‬‬

‫ځای د "غلغلې ښار" وو چه د بامیانو د دوو لوړو مجسمو‬


‫مخامخ جنوب ته په یوې غونډۍ آباد شوی وو‪ .‬او د غور‬
‫ځینې اوسیدونکي ال تر هغه وخته هم د بودیزم د پیروانو په‬
‫جمله کې وو چه هغو مجسمو ته به د ملانځنې په خاطر‬
‫ورتلل‪.‬‬
‫بیا د غلغلې همدا حصار د چنګیز خان د لښکرو له خوا‬
‫وران او وسوزول شو‪ ،‬ځکه چه د چنګیزخان ملسۍ د‬
‫غلغلې د ښار د محاصرې په وخت کې وژل شوی وو‪.‬‬

‫علت ئې دا وو چه دا محمد خوارزم شاه وو چه یو قهار‬


‫چنګیزي قوت ئې وزیږاوو‪ .‬کله چه تاریخي ماخذونه په‬
‫مجموع کې او په هر اړخیزه توګه مطالعه شي نو تاریخي‬
‫واقعیت روښانه کیږي‪ .‬چنګیز خان لکه هر مغل یو عادي‬
‫غیر نظامي مغل وو‪ .‬او د خپل قام مشر وو خو کله چه یو‬
‫ځل د مغلو تجاري کاروان د خوارزم مرکز "خیوا" ته نژدې‬
‫د خوارزمیانو له خوا چور کړل شو او د کاروان ټول‬
‫مشترکین هم ووژل شول او اوښان ئې هم د قصابي په‬
‫مقصد حالل کړل شول‪ ،‬نو دا آوازه د مغل د قام د‬
‫‪311 of 1205‬‬

‫اوسیدونکو غوږو ته ورسیدله‪ .‬د هغوی مشران د خپلې‬


‫ژبې او خپل رواج له مخې چه مغالنو "جرګه" ورته ویله‬
‫جرګه شول او پدې فیصله وشوله چه له محمد خوارزمشاه‬
‫څخه پوښتنه وکړي‪ .‬او پوښتنه وشوله خو آستول شوي‬
‫هئیت غړي هم د خوارزمشاه په دربار کې تحقیر کړل‬
‫شول چه ګویا د دوو پیسو خلک دي او بیا ووژل شول‪ .‬دې‬
‫خبرې د مغلو په قام کې د قهر وریځې خپرې کړې او د‬
‫انتقام غږ پاڅید‪ .‬او په همدې مقصد "تنګیز یا چنګیز‬
‫خان“ وټاکل شو‪ .‬خو د چنګیز خان په لویه خیمه کې چه‬
‫دوی "یورت" ورته ویله‪ ،‬په همدې یورت کې فیصله وشوله‬
‫چه بل هئیت ورواستوي‪ .‬خو دې هئیت ته په خوارزم کې د‬
‫شاه له دربار نه وویل شول چه "د محمد خوارزم شاه دغه‬
‫لیک ویسۍ چه لیکلي ئې وو چه زه پخپله هیڅ خبر نه ووم‪،‬‬
‫نور به دا کار نکیږي او تاسې کوالی شۍ چه تجارت ته‬
‫مو په مطمین حالت ادامه ورکړۍ“‪.‬‬
‫هئیت له کاغذ سره ستون شو او چنګیز خان ومنله‪ .‬د‬
‫تجارت کاروانونه بیا وخوځیدل مګر پدې ځل په کاروان کې‬
‫خاص د راپور په مقصد ګمارل شوي کسان هم موجود‬
‫‪312 of 1205‬‬

‫وو‪ .‬چه کاروان ته بذات د خوارزم شاه په امر الره نیول‬


‫شوې وه او کاروان بیا چور شو او وژل شوو څخه پاته څو‬
‫ژوندي مغولو ځانونه د چنګیز خان یورت ته ورسول‪ .‬او‬
‫اصلي عامل ئې محمد خوارزم شاه وښود‪ .‬دې آوازې په‬
‫آس سپرو د ځوانانو ډلې ډلې د چنګیز خان په لور له‬
‫مختلفو ځایونو د انتقام په مقصد جوړیکړې‪ .‬چنګیز خان‬
‫په څو څو شپو له خپلې خیمې د یو لیرې ځای په لور‬
‫الدرکه شو او د خپلې عقیدې دعاوې ئې "شنه آسمان" ته‬
‫چه د سولې سمبول وو کولې چه ګوندې خوارزم شاه د‬
‫راتلونکې خطرناکه عاقبت له بدو نتیجو څخه پوه شي‪.‬‬
‫بالخره چنګیز خان پیدا شو او بل هئیت ئې د خوارزم شاه‬
‫دربار ته واستاوو چه‪:‬‬
‫”تا خو ویل چه زه خبر نه یم مګر تا زموږ وطنوال په خندا‬
‫او خوښیو کې خپلې مخې ته په وژلو ذوق آخست چه یو‬
‫شاه داسې کار نکوي ‪ .” ! ...‬مګر دا ځل خوارزم شاه‬
‫بیرته د هئیت په الس دا خبر واستاوو چه "زه یو مسلمان‬
‫یم او دروغ نه وایم‪ ،‬ځکه چه مسلمانان دروغ نه وائي‪ .‬نو‬
‫کسم کووم چه زه خبر نه ووم او وروسته لدې به دا رنګه‬
‫‪313 of 1205‬‬

‫کار نکیږي!"‪ .‬هئیت همدا پیام چه کله چنګیز خان ته‬


‫ورساوو‪ ،‬نو چنګیز خان امر وکړ چه یو مسلمان مال د‬
‫راولي‪ .‬په شپو شپو چنګیز خان او ورسره د قام نورو‬
‫مشرانو له مال څخه د اسالم په هکله پوښتنې کولې‪ ،‬که‬
‫چیرې د مال له خبرو اسالم بالخره دوی هم ومني‪.‬‬
‫څو موده وروسته د بل کاروان د چور او ټولو تاجرانو‬
‫د وژلو احوال یو ځل بیا د مغل د قام سیمې ته ورسید‪.‬‬
‫نور حوصلې له منځه تللې وې هره خوا د مغلو مشهور‬
‫آسونه وو‪ ،‬هره خوا په آسونو سپاره ځوانان وو او پدې‬
‫کتار کتار اوږدو لیکو کې وروسته وروسته په آسونو سپرې‬
‫ښځې راښکاره شولې او ټولو د چنګیز خان له یورت څخه‬
‫کړۍ چارپیره کړلې‪ .‬چنګیز خان د قام مهمه جرګه جوړه‬
‫کړه پدې مضمون ئې په لیک کې د مغل د قام د واحد او‬
‫مشترک هوشدار پیام محمد خوارزم شاه ته د یو هئیت په‬
‫الس د ماهرو سوارکارانو په وسیله واستاوو چه‪:‬‬
‫”تا په ما ډیر ترخې شپې تیرې کړلې‪ .‬ځکه چه ته د‬
‫خپل قام مشر او پاچا وې‪ .‬تا لیکلی وو چه پاچا دروغ نه‬
‫وائي‪ .‬او ما هم ومنله‪ .‬مګر زموږ وطنوال بیا ووژل شول‪.‬‬
‫او تا په آخري ځل ماته ولیکل چه زه هم شاه یم او هم‬
‫‪314 of 1205‬‬

‫مسلمان یم او مسلمان دروغ نه وائي‪ .‬دا وې هغه ترخې‬


‫شپې چه یوه خوا ستا قول او کسم وو او بله خوا زما د‬
‫وژل شوي قام وینې پرتې وې او زما قام له مانه د یو‬
‫مشر په توګه ځواب غوښت‪ .‬نو بیا مې بیا فیصله وکړه او‬
‫د خپل قام مخې ته ودریدلم چه د جنګ او انتقام مخه‬
‫ونیسم خو د قام حوصله هم نور پاته نه وه خصوصا َ چه‬
‫تاسې زموږ قام ته په سپکه او وړه سترګه کتل‪ .‬ما د تا د‬
‫دین معلم او مال راوغوښت چه کله مې اسالم د هغه له‬
‫خولې څخه واورید‪ ،‬مګر وروسته له ډیرو پوښتنو او پکر‬
‫کولو پدې مې باور راغی چه تا ما ته ولې د دروغو‬
‫کسمونه رالیږل او زه د هم د شاه په خپل مقام او هم د د‬
‫خپل دین له ژبې سخت غولولی ووم‪ .‬ځکه چه ته باید او‬
‫باید دروغ ووائې دا پدې سبب چه ته مسلمان ئې‪ .‬او ته‬
‫شاه هم نه ئې‪ .‬خیال د کاوو چه ستا پایتخت "خیوه" به‬
‫زما د قام د انتقام له قهر څخه لیرې وي‪ .‬هغه څه چه ما‬
‫نغوښتل تا وغوښتل تا غافله !!“‪.‬‬
‫او د چنګیز په نوم د چنګیزي حملو تاریخ په همدې علت‬
‫په یو افسانوي داستان پاته شو‪ .‬چه بیا د بامیانو مرکز‬
‫د "غلغلې ښار" هم د همداسې یو قهر په څپو کې‬
‫وسوزیده‪ .‬مګر همدغه قهار قوت د بامیانو د تجاري او‬
‫‪315 of 1205‬‬

‫تاریخي همدې لوئې الرې په سر د غرونو په زړه کې د‬


‫کینل شوې عقیدې په وړاندې په ورانولو الس پورې نکړ‪.‬‬
‫چه هغه لوئې دوه بودائی مجسمې وې‪ .‬او وروسته چه د‬
‫غلغلې د ښار په ورانولو ئې جشن ونیوو چه آیا د کوم‬
‫غیشي ویستونکي غشي به د ‪ ۵۳‬متري مجسمې تر‬
‫سینې ورسوي؟ مګر غیشي مټکې د مجسمې تر زنګونو‬
‫پورې ورسیدل‪.‬‬
‫چه بیا دا مجسمې په هغو شپو ورځو کې او د تاریخ په‬
‫هغې تورې مرحلې کې ونړول شولې چه اسالم په‬
‫افغانستان کې د طالبانو او مالیانو او د عرب "اسامه بن‬
‫الدن" له خوا حکومت کاوو او د شلمې پیړۍ آخرینی کال‬
‫وو! او د ټول افغانستان له ټولو اوسیدونکو څخه تش یو‬
‫غږ ال هم وانوریدل شو چه "پام اسالمه پام! دا وطن خپل‬
‫ملي څښنت لري‪ ،‬په خاوره او تاریخ ئې غرض ونکړئ‪،‬‬
‫پام! مګر داسې یو ملي غږ پورته نشو چه د ملت له‬
‫ارادې څخه وي‪ .‬ځکه چه نه داسې ملت وجود درلود او نه‬
‫هم د دې هیواد خاورې داسې یو ملي مدافع قوت درلود‬
‫چه ثابت کړي چه زه ملي تاریخ لرم‪.‬‬
‫او دا د همدغه درد کیسه ده چه پدې پاڼو کې لیکل کیږي‬
‫او د تاریخ له خاورې الندې د داسې درد پراته علتونه د‬
‫‪316 of 1205‬‬

‫قلم په څوکې د راویستلو هڅه به موږ له بل هغه درد سره‬


‫مخامخوي چه کله د افغانستان په خاوره کې د‬
‫روشنفکرانو په نوم یو قشر پیدا شو‪ ،‬نو ئې د راتلونکو‬
‫نسلونو اذهان پداسې لیکلو ګمراه کړل چه هغه د ګناه‬
‫تیارې وې‪ .‬چه ئې د تیرو شوو حقیقتونو په سر تیتې‬
‫کړې او د تاریخ په نوم موضوع بیا د همدې روشنفکرانو‬
‫د قلم او تبلیغ له دروغجنو او تحریف شوو جملو او ګناوو‬
‫الندې پاته شولې‪.‬‬
‫د دارنګه درد یو اوړ مثال‪ :‬کله چه د کابلشاهانو د دفاع‬
‫او د عربو د اسالم د تجاوزونو او د کابل د ورانیدو‬
‫موضوع وي‪ ،‬نو د دې هیواد د کابل او د کابلستان د‬
‫خاورې تاریخ د همدې روشنفکرانو له قلم څخه تش دوه یا‬
‫د دونیمې جملې غږ آورې لیکي چه؛ "کله چه د اسالم‬
‫لښکرې په کابل ننوتلې او کابل ئې وران کړ‪ ،‬نو‬
‫کابلشاهانو شکست وخوړ ټول هند ته وتښتیدل او زموږ‬
‫هیواد د کفر له تیارو څخه د مبارک اسالم د دین او د‬
‫تمدن په وړنګو نجات وموند ‪ ."! ...‬او کله چه د سلطان‬
‫محمود غزنوی یا د معزالدین غوري په هند تش له یوه‬
‫تجاوز څخه موضوع ګرزوي نو د جنایت د ناروغ ذوق په‬
‫ملانځنې کې په یو غالم ذهنیت او ذهن د جنت د فاحشه‬
‫‪317 of 1205‬‬

‫خانې شهواني رنګینه تصویرونه باسي! او خپلې ټولې‬


‫خبرې او لیکنې د عربو د خرافاتو په "قال‪ ٙ‬قال‪ " ٙ‬پردیو‬
‫خبرو لکه یو تور تونل په دننه کې په جرمونو تړي‪ ،‬وائي‬
‫چه‪" :‬فالني مبارک ویل چه فالني ویلی وو چه ویل به ئې‬
‫چه ما له فالني مبارک څخه واوریدل چه روایت به ئې‬
‫کاوو چه فالني صحابه له فالني مبارک څخه نقل قول‬
‫کړی وو چه ویل به ئې چه یوه ورځ له مبارک څخه ئې‬
‫آوریدلي وو چه د مبارک پیغمبر حدیث څخه ئې داسې‬
‫قال… ”‪ .‬او د دې پردي او د‬ ‫قال َ‬
‫قال َ‬
‫فرمایل چه ‪َ …! ...‬‬
‫ګناه په تور تونل کې ورک شوو مسلمانو افغانانو ته په‬
‫افغانستان کې د مبارک نوم او د اسالم د دین عاملان‪،‬‬
‫علمای کرام او د دیندارانو‪ ،‬مولوي صاحبانو او مال‬
‫صاحبانو لوړ مقام ورکړل شوی دی‪ .‬چه د افغانستان په‬
‫دننه کې په لسهاوو زره جوړو شوو جماتونو کې د اسالم‬
‫د تیرور او جنایتونو د اخالقي زوال د ګناه تورې تیارې‬
‫هره ورځ پنځه وخته شیندي‪.‬‬
‫‪318 of 1205‬‬

‫بله مهمه موضوع داده چه که خبرې د طالبانو له اسالم او‬


‫شریعت او قانون او واکمني څخه کیږي او یا که د‬
‫القاعدې له تیروریست تشکیل څخه کیږي‪ ،‬نو خبره یوازې‬
‫په همدې نومونو دریږي‪ .‬مګر دا پوښتنه له یاده باسي چه‬
‫تر هغو اسالم وي لکه څرنګه چه محمد وو نو اسامه به هم‬
‫وي‪ ،‬او تر هغه وخته چه دا میکروب وي نو همدا ناروغي به‬
‫هم ورسره وي‪ .‬نه د زمانې په تیریدلو تیریږي او نه هم‬
‫یوازې په نظامي وسایلو له منځه ځي‪ .‬تر هغو به دا مرض‬
‫دوام لري تر هغو چه اسالم ته "الهی دین" ویونکي دننه‬
‫کې د انساني معنویت روحي کمزورتیا په هغه کې هم په‬
‫علت او هم په معلول پاته او دوام ولري‪ .‬که د بدني‬
‫کمزوري علت بیرته د خپل میکروب له خوا په یو معلول او‬
‫مرض آوړي او چه تر هغو وجود کمزوری وي نو مرض به‬
‫د میکروب د ژوند لپاره تل مساعد وي‪ .‬مګر پدومره توپیر‬
‫چه د اسالم میکروب چیچلی ناروغ له نورو ټولو څخه ځان‬
‫روغ بولي‪ .‬خطر همدا بله پیدا شوې ناروغي ده چه ناروغ‬
‫ئې لري‪ .‬د بدن ناروغي دوا غواړي او دوا نه ردوي‪ ،‬مګر‬
‫ناروغ دوا ردوي‪ .‬د اسالم د خرافاتو منافقت ته حقیقت یو‬
‫‪319 of 1205‬‬

‫کفر دی‪ .‬ځکه چه دا د معنویت د فضایلو انساني حقیقت‬


‫دی چه د اسالم د ناروغي میکروب له منځه وړي او هغه‬
‫انسان ته له تیارو څخه او له جهالت څخه د اخالقي نجات‬
‫زیری ورکوي‪ .‬او پداسې وړنګو کې د اسالم تیارې له‬
‫منځه ځي‪ .‬دا د ننۍ نړۍ له اسالمي تیروریزم څخه د‬
‫نجات هم زیری او هم الره ده‪.‬‬
‫او کله چه خبره د نني افغانانو وي نو دا موضوع د‬
‫پښتنو د ریښې له پیژندلو سره د خپل خپل وخت د‬
‫ماخذونو په مطالعې دوام لري چه بیا به پدې هیواد کې‬
‫نوبت د فارسي ژبو پیژندلو ته ورسیږي‪.‬‬

‫په ‪۱۲۰۶‬م کال چه کله معزالدین ووژل شو او بیا د‬


‫هغه خزانه او د هغه جسد غزني ته راوړل شو‪ ،‬نو ورپسې‬
‫یوه خوا چه کله عال الدین خوارزم شاه ته پناه وروړه‪ ،‬نو د‬
‫هغه له پوځ سره بامیانو ته راورسید‪ .‬غوښتل ئې چه په‬
‫فیروزکوه د غور په مرکز کې په تخت ناست د غیاث الدین‬
‫محمد زوی غیاث الدین محمود څخه د ټول غور تخت‬
‫ونیسي‪ ،‬مګر له شکست سره مخامخ شو‪ .‬بله خوا "تاج‬
‫‪320 of 1205‬‬

‫الدین یلدز" غیاث الدین محمود ته احوال واستاوو چه‬


‫راشي د غور د تخت په ځای د غزني د تخت واکمن شي‪.‬‬
‫مګر نوموړي په ځواب کې ورته وویل چه زه دلته خوښ یم‪.‬‬
‫نو "یلدز" د غزني د تخت واکمن شو او هاخوا په هند کې‬
‫بل ترک " آیبک " له ډهلي څخه هغه ځای ته راغی چه د‬
‫ترک د نژاد له اوسیدونکو څخه د یو دوهم پایتخت په توګه‬
‫ډک وو‪ ،‬چه هغه د هند بل لوی ښار "الهور" وو‪ .‬آیبک‬
‫خپلو هم نژادانو ته وویل چه "زه د یو الهي الهام غږ آورم‬
‫چه باید د هند د خلکو په خذمت کې پاته شم ‪ .“! ...‬او د‬
‫الهور واکمن قوتونو ورسره ومنله او پدې توګه د غزني د‬
‫واکمني تر څنګ د هند واکمني هم د ترکانو الس ته رسما َ‬
‫ورغله‪ ،‬چه هم آیبک او هم تاج الدین یلدز د غورشاهانو‬
‫دربار ته د آخستل شوو غالمانو په توګه د غورشاهانو له‬
‫خوا په پیسو آخستل شوي او بیا راوستل شوي وو‪ .‬مګر‬
‫بله خوا د غور د واکمن د کلونو شپې او ورځې د خپل‬
‫فامیل له غړو سره په نفاق او جنګ کې تیریدلې چه یوه‬
‫ورځ د خوارزم شامحمد ورور "علي" د غور واکمن غیاث‬
‫الدین محمود دربار ته د خپل ورور په دښمني پناه راوړله‬
‫‪321 of 1205‬‬

‫مګر نوموړي د محمد خوارزم شاه له ډاره په ځیل کې‬


‫واچاوو او په همدې اشتباه پخپله غیاث الدین د علي د‬
‫طرفدارانو له خوا په ناڅاپي توګه د دربار په منځ کې په‬
‫تورو ووهل شو او ووژل شو " ‪۱۲۰۹‬م "! زوی ئې "بهاو‬
‫الدین سام" یو څو میاشتې د غور په تخت کشیناست‪،‬‬
‫ځکه چه عال الدین د محمد خوارزم د پوځ په مټ د غور‬
‫تخت ترې ونیوو‪ .‬او له کشیناستلو سره سم ئې په غزني‬
‫حمله وکړه په ملړی جنګ کې ئې د "یلدز" پوځ ته شکست‬
‫ورکړ‪ ،‬په دوهم ځل پخپله ووژل شو‪ .‬چه په "آت سز" ملقب‬
‫وو‪.‬‬
‫غور په هرج مرج کې پاته شو‪ ،‬مګر یو نفر په غور‬
‫کې د غیاث الدین محمد "د معزالدین ورور" له مرګ نه‬
‫وروسته چه کله په تخت کشیناست دا سړی هم عالو الدین‬
‫نومیده‪ ،‬مګر په بند کې آچول شوی وو دادی چه ”یلدز" له‬
‫ځیل نه راوویست او د غزني د تخت واک ئې وروسپاره‪.‬‬
‫مګر په ډیر ضعیف شخص یاد شوی دی‪ .‬ځکه چه محمد‬
‫خوارزمشاه احوال ورته راولیږه چه "هم به نیشاپور زه‬
‫نیسم ته به پوځ نه رالیږې‪ ،‬دوهم دا چه د فیروز کوه په‬
‫‪322 of 1205‬‬

‫شمول د غور سیمه هم ماته پریږدې‪ .‬تاته ستا د غزني‬


‫تخت بس دی!“‪ .‬او عالو الدین هم ورسره ومنله‪ .‬او پدې‬
‫توګه د غور سیمه د خوارزمشاه له خوا له خوارزمشاهي‬
‫سره یو ځای شوله " کال ‪ .” ۱۲۱۶ - ۱۲۱۵‬او بیا محمد‬
‫خوارزمشاه د غور نژدې د بامیانو سیمه هم د‬
‫خوارزمشاهي له واکمني الندې راوستله‪ .‬پدې توګه د‬
‫غورشاهانو ملنه په ټولیدلو شوله او بیا په خپله غزني هم د‬
‫محمد خوارزمشاه له ولکې الندې راغی‪ ،‬نور د غورشاهانو‬
‫واکمني پای ته ورسیدله چه د "عزالدین حسین د شنسب"‬
‫له فامیل څخه پیل شوې وه‪.‬‬
‫وروسته له هغه دوه حادثې په خپل خپل وخت له نوو‬
‫شرطونو سره راښکاره شولې ‪:‬‬
‫‪ .۱‬تاج الدین یلدز هند ته حرکت وکړ او غزني ئې‬
‫خوارزمشاه ته پریښود‪ .‬او په هند کې د ترک د نژاد له‬
‫مشهورو قوماندانانو څخه یو " آیبک " او دوهم ”ایلتمیش"‬
‫وو چه بیا همدا یلدز له "ایلتمیش" سره په جنګ کې ووژل‬
‫شو‪.‬‬
‫‪323 of 1205‬‬

‫‪ .۲‬او کله چه چنګیز خان په خوارزم حمله وکړه‪ ،‬محمد‬


‫خوارزمشاه د کسپین د بحیرې یوې جزیرې ته وتښتید کوم‬
‫چه په هغې ټاپو کې له اجتماع څخه رټل شوو ”جزامیانو"‬
‫پناه آخستې وه او محمد خوارزمشاه په هماغې متروکې‬
‫جزیرې کې ساه ورکړه‪ .‬او زوی ئې جالل الدین له چنګیز‬
‫خان څخه وتښتید او غزني ته ئې پناه ویوړله‪ .‬خو هلته هم‬
‫د چنګیز خان له تعقیب الندې راغی نو ئې تر آباسینه‬
‫پورې تعقیب کړ‪ .‬او بیا د هند خاورې ته واووښت‪.‬‬

‫او نورې مهمې هغه تاریخي پیښې چه د غور شاهانو له‬


‫سقوط سره وروسته رامنځ ته شولې‪ ،‬خصوصا َ د پښتنو په‬
‫هکله دي‪.‬‬

‫پښتانه په غزني کې د خوارزمشاهانو د واکمني په ټوله‬


‫موده کې له سترګو څخه ولویدل‪ .‬چه له یوې خوائې په‬
‫خوارزمشاهانو کې د جهاد لښکرې نه لیدلې او دوی ئې د‬
‫سلطان محمود د جهاد پیروان نه شمیرل‪ ،‬نو ورڅخه لیرې‬
‫ودریدل‪ .‬دوهم دا چه پخپله د خوارزمشاهانو له خوا د‬
‫پښتنو ځینې کسان له تعقیب الندې راغلي وو چه له‬
‫‪324 of 1205‬‬

‫خوارزمي قام سره همدا پښتانه هم د غزنویانو او هم د‬


‫غورشاهانو په واکمنیو کې جنګیدلي وو‪ .‬چه ډیر مرګونه‬
‫ئې کړي وو‪ .‬او د تعجب وړ خبره خو داده چه خوارزمیانو‬
‫ته پښتانه پردي ښکاره کیدل‪ .‬که نورو وژلي هم وو‪ ،‬مګر د‬
‫منځنۍ آسیا د سیمې ئې ګڼل‪ .‬مګر په پښتنو کې د ژوند‬
‫ژور تحول راغلی وو‪ .‬اوس اکثره پښتانه قامونه ال د‬
‫سلطان محمود د واکمني په موده کې او ورپسې د‬
‫غزنویانو په دوه سوه کلنې واکمني تاریخي مرحله کې په‬
‫هند کې میشته شوي وو‪ .‬او له وچو غرونو او فقر څخه د‬
‫اسالم د جهاد تورې لوی ثروت ته رسولي وو‪ .‬او بیا حتی‬
‫پاچاهي ته هم ورسیدل‪ .‬په هند کې د پراخو ځمکو‬
‫خاوندان شوي وو‪ .‬نور ئې د خپل وطن خوا ته سترګې‬
‫راوانړولې چه بیرته په خپل پلرني هیواد کې د یو متفق او‬
‫مستقل دولت بنیاد کیږدي او د یو متحد قام "پښتنو" په‬
‫صفت ځانونه ښکاره کړي او د نورو له نوکریو اووځي‪.‬‬
‫وروسته له هغه چه خوارزمشاه غزني ونیوو او د پښتنو‬
‫د مهاجرت مخه هند ته شوله‪ ،‬بیا وروسته له هغه هم نور نو‬
‫پښتنو په خپل پلرنۍ سیمو کې د پیل شوي چنګیزي‬
‫‪325 of 1205‬‬

‫تجاوزونو او قتلونو له کبله هم آرامه ورځ ونه لیدله‪ .‬او د‬


‫هند په لور هم د پښتنو او هم له منځنۍ آسیا څخه د ترک‬
‫نژاده قامونو بې حسابه شمیر مهاجرت شروع شوی وو‪.‬‬
‫خصوصا َ چه د هند واکمني د ډهلي له مرکز څخه د‬
‫ترکانو په الس کې وو او هغوی هم غوښتل چه له منځنۍ‬
‫آسیا څخه یا خپل قامونه راوغواړي او یا خو په مهاجرت‬
‫ئې مخه هند ته کړې وه چه په ډهلي کې لوی واکمن آیبیګ‬
‫وو‪ .‬چه معزالدین "قطب الدین آیبیګ" ورته ویل‪ .‬او دې‬
‫قطب الدین آیبیګ په ډهلي کې یو لوی منار جوړ کړ چه ال‬
‫نن هم شته دی او په "قطب منار" یادیږي او ډیر‬
‫توریستان ئې لیدلو ته ورځي‪ .‬چه ‪ ۵‬پوړه دی چه په اول‬
‫کې ‪ ۸۸‬متره لوړ جوړ شوی وو‪.‬‬
‫نوټ ‪ :‬دا منار ما په کال ‪۱۹۷۵‬م کې ولید چه پاسنی پوړ‬
‫ئې په وران شوي حالت کې وو‪ ،‬خو منار په خپله معماري‬
‫د خپل وخت د شهکار نمونه وه‪.‬‬
‫‪326 of 1205‬‬

‫د ترکانو په هند کې ملړنۍ واکمني‬

‫د ‪ ۱۱۹۳‬میالدي کال وو چه ”قطب الدین آیبک“ ډهلي په‬


‫ملړي ځل ونیوو او د ترکي واکمني بنیاد ئې کیښود‪ .‬مګر‬
‫رسمي اعالن ئې په هغه کال تر سره شو چه کله معزالدین‬
‫په "‪ "۱۲۰۶ - ۳ - ۱۵‬نیټه مړ شو‪.‬‬

‫او بیا د ‪ ۱۴۵۱‬میالدي کال‪ ،‬دا هغه وخت دی چه د ډهلي‬


‫واکمني د پښتنو د "لودي" قام الس ته ورغله‪.‬‬

‫په هند کې د ترکانو د ملړنۍ واکمني سلسله چه له ”قطب‬


‫الدین آیبګ“ سره پیل شوې وه د هغه له مړینې سره په‬
‫الهور کې په کال ‪۱۲۱۰‬م پای ته ورسیدله‪ ،‬چه په هغه‬
‫پسې د هغو دوو کسانو واکمني ښکاره شوله چه دواړه ئې‬
‫زومان وو او "ایلتمش" نومی پکې وځلیده‪ .‬او په همدې‬
‫تاریخي مرحله کې پښتنو اکثرو ځانونه "بنګال" ته رسولي‬
‫وو او د مستقلې حکمراني په قوت ښکاره شول‪ .‬د آیبګ بل‬
‫زوم "کاباجا" په پاسني سند کې والي وو او د آیبګ زوی‬
‫"آرام شاه" پدې وخت کې په ډهلي کې وو‪.‬‬
‫‪327 of 1205‬‬

‫کله چه "ایلتمش" د ډهلي په تخت کشیناست فامیلي‬


‫شهرت ئې په "شمسیه" ونومول شو او دې فامیل له‬
‫‪۱۲۱۱‬م څخه بیا تر ‪۱۲۶۶‬م پورې پاچاهي وکړه‪ .‬او دا‬
‫هغه کلونه وو چه د چنګیز خان لښکرو په هند هم حملې‬
‫جاري ساتلې وې‪ ،‬او ایلتمش ته ئې سرخوګی پیدا کړی‬
‫وو‪ .‬ځکه چه کله په کال ‪ ۱۲۲۰‬میالدي د چنګیزي مغل قام‬
‫او ورسره هغه ترکان چه مسلمان شوي نه وو‪ ،‬په منځنۍ‬
‫آسیا کې ئې خوارزمشاهی دولت له منځه ویوړ او د محمد‬
‫خوارزمشاه زوی جالل الدین هند ته واووښت او تر‬
‫‪۱۲۲۴‬م پورې په هند کې وو‪ .‬نو چنګیزی لښکرې له ملتان‬
‫څخه تاو شولې وروسته له تباهیو بیرته ستنې شولې‪ .‬خو‬
‫دا ځل جالل الدین په هند کې په حملو او چور الس پورې‬
‫کړ چه بیا په خپل شکست پوه شو او په کال ‪۱۲۲۴‬م د‬
‫بلوچستان د مکران له الرې ایران ته واووښت‪ .‬او ایلتمش‬
‫د مې په میاشت په کال ‪۱۲۳۶‬م کې مړ شو‪ .‬او پدې علت‬
‫چه زوی ئې په بنګال کې د والیت په مقام مړ شوی وو نو‬
‫”ایلتمش“ وصیت کړی وو چه لور یې چه ”راضیه“ نومیدله‬
‫د تخت لیاقت لري ‪ .“! ...‬درۍ کاله ئې پاچائی وکړه او‬
‫‪328 of 1205‬‬

‫مور ئې "ترکان خاتون" نومیدله‪ .‬او سبب ئې دا وو چه نور‬


‫زامن ئې په خامه ځوانۍ په عیش او شرابو او ساعت‬
‫تیریو د فلج درجې ته رسیدلي وو چه د واکمني نه وو‪.‬‬
‫او په غزني کې چه تر دې وخته د ترکانو ”کرلوک"‬
‫نومی قام میشته شوی وو‪ ،‬مګر د مغلی "چغتای" دولتي‬
‫او نظامي قوت له خوا له حملې سره مخامخ شول او دوی‬
‫ملتان ته مهاجرت وکړ او ملتان کې ئې یو مستقل دولت‬
‫اعالن کړ‪ .‬مګر له ډهلي څخه ورآستول شوي قوت بیرته له‬
‫شکست سره مخامخ کړل او د "کرلوک" ترکان د غزني او‬
‫آباسین تر منځه پرتو غرونو کې میشته شول‪ .‬او بیا‬
‫چنګیزي لښکرې الهور ته راورسیدلې او الهور ئې چور‬
‫کړ او بیرته ستنې شولې کال ‪۱۲۴۲‬م‪ .‬او په کال ‪۱۲۴۵‬م‬
‫ئې په ملتان حمله وکړه‪ .‬او تر دې زمانې د "راضیې"‬
‫حکومت تیر شوی وو او نوموړې مړه شوې وه‪ .‬او بیا‬
‫داخلي النجو دوام وکړ چه د ایلتمش له فامیل څخه ډیر‬
‫شهزادګان یا وژل شوي وو او یا په لنډه موده په تخت‬
‫ناست وو‪ .‬علت ئې د ترکي "‪ ۴۰‬قوماندانانو" مخالفت وو‬
‫چه په لسو کلونو کې تخت څلور پاچایان لیدلي وو‪.‬‬
‫‪329 of 1205‬‬

‫په ملتان کې واکمن پښتون "اختیارالدین کرزی" وو‪ ،‬چه‬


‫بیا له همدې نیټې وروسته د ډهلي پام د مغلو پرله پسې‬
‫حملو د ماتولو په لور په پالن واووښت او دننه ئې په هند‬
‫کې د یو سیاسي اتفاق نتیجې وزیږولې‪ .‬په ملتان کې‬
‫اختیارالدین کرزي له ملتان څخه له مغلو ډیر نیول شوي‬
‫اسیران ډهلي ته واستول‪.‬‬
‫پدې زمانه کې د مغلو دوه مشران چه له چنګیز له‬
‫فامیل څخه وو په شهرت ورسیدل چه یو "هالکو" وو چه‬
‫بغداد ئې ونیو او دوهم "منګو خان" وو چه مشهور نظامي‬
‫سپه ساالر ئې "نویین ساره" نومیده‪.‬‬
‫بله خوا د ایلتمش د فامیل له واکمني څخه وروسته یو‬
‫بل فامیل قدرت ته ورسید چه "باالبان" نومیده او ‪ ۲۴‬کاله‬
‫ئې پاچاهي وکړه "‪۱۲۹۰ - ۱۲۶۶‬م“‪ .‬چه پدې وخت کې له‬
‫یوې خوا د مغلو ډیر قدرت مند واکمن "کوبیالی خان"‬
‫واکمن وو‪ ،‬چه لویه امپراطوري یې لرله او بله خوا د هند‬
‫په شمال کې غله او د هغوی د چپاول او غدیو ډیروالي یو‬
‫تشویش پیدا کړی وو‪ .‬ډهلي دې پراخې سیمې ته د ننی‬
‫‪330 of 1205‬‬

‫پاکستان له سرحدي غرنی سیمو څخه پښتانه راوغوښتل‬


‫او د ډهلي له خوا په جوړو شوو تاڼو کې د غلو په ضد او‬
‫د هغوی په له منځه وړلو کې ئې وظیفه ورکړه‪.‬‬
‫”باالبان" ملړی کار چه وکړ د مغلو د تهاجمونو د‬
‫خبریدو په مقصد خاص نظامي ګاردونه جوړ کړل او په‬
‫سرحدي سیمو کې ئې وګمارل‪ .‬او بیا ئې د الهور د ښار‬
‫نړیدلی دیوال چه مغلو نړولی وو "‪۱۲۷۰‬م" دوباره آباد کړ‬
‫او یو لوی پوځ ئې د مغلو د ناڅاپي حملو په مقابل کې‬
‫تیار کړ‪ .‬او خپل زوی ئې د مشر قوماندان په رتبه وټاکه‬
‫چه "ملک محمد" نومیده‪ .‬مغلو په کال ‪۱۲۷۹‬م کې یو ځل‬
‫بیا په پنجاب حمله وکړه او د "ستلج" تر سین پورې‬
‫ورسیدل‪ ،‬خو له سختې ماتې سره مخامخ شول‪ .‬خو په‬
‫کال ‪۱۲۸۵‬م کې بیا د مغل لښکرې په ‪ ۳۰۰۰۰‬کسیزې قوا‬
‫راښکاره شولې او په جنګ کې د "باالبان" زوی "ملک‬
‫محمد" ووژل شو‪ .‬د دې حادثې عامل یو "صفر" وو‪ ،‬پدې‬
‫مانا چه سرحدي څارونکو "باالبان" ته د مغلو د عسکرو‬
‫تعداد "‪ "۳۰۰۰‬ښودلی وو او په راپور کې یو "صفر" کم‬
‫لیکل شوی وو‪ .‬نو ملک محمد هم په کم قوت چه کله له لوی‬
‫‪331 of 1205‬‬

‫قوت سره خامخ شو نو ووژل شو‪ .‬پدې حادثه کې له ملک‬


‫محمد سره د ډهلي لوی شاعر "امیر خسرو" هم ملګری‬
‫وو او دا شاعر هم د مغلو اسارت کې ولوید‪ .‬خو ډیر ژر‬
‫ئې د تیښتې الره وموندله او بیا ئې دردناکه زیات شعرونه‬
‫د ملک محمد په مړینې وویل‪ .‬او د ‪ ۸۰‬کلن باالبان زوړ زړه‬
‫هم ډیر ژر د خپل پیاوړي زوی په مرګ ودرید او ساه ئې‬
‫ورکړه ! کال ‪۱۲۸۷‬م‪.‬‬
‫پدې وخت کې چه تخت بې له ولیعهد نه پاته شوی وو‪ ،‬نو‬
‫د "باالبان" د پوځ سپه ساالر پښتون غلجی چه "جالل‬
‫الدین فیروز" نومید په تخت کشیناست‪ .‬کال ‪۱۲۹۰‬م‬
‫او پدې کار په ډهلي کې پدې خبرو پټ ویر او ماتم جوړ‬
‫شوی وو چه "تخت د ترکانو له السه اووت !“‪ .‬د "‪ ۷۰‬کلن‬
‫جالل الدین فیروز پالر د "کندوز" د والیت وو او "تولک‬
‫خان" نومید‪ ،‬او کشر ورور ئې "یوغروش خان" نومید‪.‬‬
‫او په کال ‪۱۲۹۲ - ۱۲۹۱‬م د مغلو ‪ ۱۰۰۰۰۰‬پوځ بیا په هند‬
‫حمله وکړه‪ ،‬مګر له سختې ماتې سره مخ شول او په‬
‫لسهاوو زره اسیران ډهلي ته بوتلل شول‪ .‬او هغوی ټولو‬
‫اسالم ومانه او قوماندان ئې "الګه" د سلطان لور هم‬
‫‪332 of 1205‬‬

‫وکړه‪ .‬هغه مهمه بله حادثه د سلطان هم د وراره او هم د‬


‫زوم د "عالو الدین محمد غلجي“ ماجرا ده چه په کم قوت‬
‫ئې د نه منلو کار په ډیر چل او شجاعت سرته ورساوو‪ .‬د‬
‫”ایلیچ پور" له راجا څخه ئې هم والیت تر السه کړ او هم‬
‫ئې ‪ ۶۰۰‬منه سره زر‪ ۷ ،‬منه مرغلرې‪ ،‬دوه منه املاس‪ ،‬زمرد‬
‫او یاقوت‪ ۱۰۰۰ ،‬منه سپین زر‪ ،‬او ‪ ۴۰۰۰‬زره متره‬
‫وریښمین ټوکر تر السه کړ‪.‬‬
‫عالوالدین پداسې زړورتیا او له دومره بې حسابه‬
‫ثروت سره د تخت په پکر شو‪ .‬په یو بل چل ئې خپل خسر‬
‫او سلطان هم وواژه او د ډهلي تخت ئې تر السه کړ‪ .‬خپل‬
‫دوه وروڼه ئې هم د سترګو په ویستلو ړانده کړل‪ .‬کال‬
‫‪۱۲۹۶‬م‪.‬‬
‫نو ئې دا فرمان وویست چه‪" :‬دا ثروت دی چه خپل څښین‬
‫ته د دولت په مقابل کې د پاڅون او عصیان هوس ورکوي‬
‫نو باید ټول هندوان یوازې په خپلو السونو کې د هغې‬
‫ورځې ډوډی وویني او بس‪ .‬نور هر څه به دولت ته‬
‫ورکوي!“‪.‬‬
‫‪333 of 1205‬‬

‫دوهم دا چه د دین او دولت کارونه بیل دي‪” .‬شریعت د‬


‫خپله پوزه د دولت په کارونو کې نه وهي“‪.‬‬

‫پدې وخت کې ‪ ۱۲۰۰۰۰‬مغلي پوځ په ناڅاپي حملې په‬


‫ډهلي کې ښکاره شولې او بیا د دوو میاشتې چور نه‬
‫وروسته بیرته والړ‪ .‬دا حمله یوه قمچینه وه چه عالو الدین‬
‫ئې له خوب نه پاڅاوو‪ .‬او عالو الدین غلجي ‪ ۴۷۵۰۰۰‬پوځ‬
‫جوړ کړ د دې پوځ مشر جنرال ئې "غیاث الدین تغلق"‬
‫مقرر کړ‪ .‬غیاث الدین په مغلو داسې حملې پیل کړلې چه‬
‫په یوې افسانوي څهرې واووښت‪ ،‬چه هر کال د خیبر له‬
‫غرو څخه آووښت او په کابل‪ ،‬غزنۍ او هرات کې په پرتو‬
‫مغولي پوځونو یې حملې کولې‪.‬‬
‫عالو الدین ځانګړي مقررات وضع کړل‪ .‬نرخونه ئې‬
‫عیار کړل او د رشوت ریښې ئې وویستلې‪ .‬د دولت د‬
‫قانون د مخالفینو پوزې او غوږونه ئې پریکړل‪ ،‬غال او غله‬
‫ئې له منځه ویوړل او ټول هند ئې په ډهلي وتاړه‪ .‬او د‬
‫ګجرات په حمله کې دې سیمې ته په پناه راغلي راجا چه‬
‫د "دیوګر" له سیمې څخه وو او یوه ښکلې لور درلودله چه‬
‫‪334 of 1205‬‬

‫"دیول دیوي" نومیدله او د پوځ قوماندان "الپ خان"‬


‫ونیوله‪ .‬ډهلي ته ئې واستوله چه هلته د عالو الدین زوی‬
‫”خضر خان" پرې مین شو‪ .‬د دې عشق په هکله "شاعر‬
‫خسرو" یوه لویه عشقنامه د "دیول راني او خضر خان" په‬
‫عنوان ولیکله‪ .‬بیا عال الدین ډکن فتح کړ او له هغه ځایه ئې‬
‫‪ ۳۱۲‬فیالن‪ ۲۰۰۰۰ ،‬آسونه‪ ۹۶ ،‬من سره زر او په لسهاوو‬
‫صندوقونه چه له سرو زرو او له مختلفو غمیو ډک وو تر‬
‫السه کړل‪ .‬ویل کیږي چه د "کوه نور املاس " هم پکې وو!‬
‫او په کال ‪۱۳۱۲‬م کې ئې خپل زوی ولیعهد وټاکه‪ ،‬مګر دا‬
‫سړی ټمبل او په هوش او عقل عقیم یو کس وو‪ .‬خپله عالو‬
‫الدین ته په کال ‪۱۳۱۶‬م زهر ورکړل شول او مړ شو‪” .‬شیخ‬
‫نظام الدین اولیا" د عالو الدین په واکمني کې ژوند تیر کړ‬
‫چه اوس قبر ئې په ډهلي کې دی‪.‬‬
‫له عالو الدین نه پاته لوی هند د یو ژور سیاسي او‬
‫نظامي هرج مرج صحنه شوې وه‪ .‬له وژلو پسې وژل دوام‬
‫وموند او د عالو الدین له ګنډې ټول په سیاسي دسیسو‬
‫وژل شوي وو چه پدې وخت کې د پوځ مشر قوماندان چه‬
‫د مغلي لښکرو جر ړې ئې ویستلې وې ځان ډهلي ته‬
‫‪335 of 1205‬‬

‫ورساوو او دا هماغه "غیاث الدین تغلق" وو‪ .‬په ډهلي کې‬


‫ئې پوښتنې وکړې چه "آیا له عالو الدین غلجي څخه‬
‫څوک ژوندي پاته دي؟“‪ .‬هیڅ څوک پاته نه وو‪ ،‬ټول په‬
‫دسیسو کې وژل شوي وو‪ ،‬نو په تخت کشیناست او پدې‬
‫توګه د " تغلق " د خاندان واکمني پیل شوله‪.‬‬
‫او غیاث الدین تغلق ‪ ۵‬کاله پاچاهي وکړه‪ .‬له ‪۱۳۲۰‬م نه تر‬
‫‪۱۳۲۵‬م پورې‪ .‬چه دې زوړ جنرال خپل پنځه کاله ټول په‬
‫تعمیر او آبادۍ کې تیر کړ‪ .‬او سیاسي بحران ته ئې‬
‫دوباره نظم ورکړ‪.‬‬
‫مګر دا نامتو شخص د خپل زوی "محمد اولوغ خان“‬
‫له خوا د "نظام الدین اولیا" په مذهبي تلقین په جوړه کړې‬
‫دسیسه ووژل شو‪ .‬محمد اولوغ خان به همیشه د نظام‬
‫الدین اولیا خانقا ته ورته او په یوې مذهبي او خرافاتي‬
‫حلقې کې به ئې اشتراک کاوو چه د تریاکو په نیشه کې‬
‫به ټول راغلي وو او ځینې غږونو لکه "هو هو" به نظام‬
‫الدین اولیا ځانته د یو الهي وجد او جذبې په دروغجن‬
‫حالت په محمد اولوغ خان دا زیری وکړ چه "زه په سماوي‬
‫حالت کې دا اوس وینم چه ته د ډهلي په تخت ناست ئې‪.‬‬
‫‪336 of 1205‬‬

‫مانا ئې دا وه چه محمد الوغ خان به له بیت املال څخه له‬


‫پالر نه په پټه زیاتې پیسې او هم چرس او تریاک د نظام‬
‫الدین اولیا نومي عوام فریب خانقا لنګر ته ورکول‪ .‬چه که‬
‫پالر ئې هر څومره نصیحت ورته کاوو‪ ،‬مګر زوی نه‬
‫آوریدل‪ .‬هماغه وو چه یوه ورځ "غیاث الدین تغلق" له بنګال‬
‫څخه له یو سفر نه په راستینیدلو زوی ئې مخې ته ګویا‬
‫هرکلي په منظور ورغی‪ .‬او په "افغان پور" نومي ځای کې‬
‫هلته چه یو لوړ عمارت وو د نظام الدین اولیا په تحریک‬
‫داسې د نوموړي د مریدانو له خوا مخکې له مخکې‬
‫تخریب کړل شوی وو چه کله د زوړ سلطان مخې ته په‬
‫مراسمو د فیالنو د تیریدلو وخت راورسید نو عمارت یو په‬
‫یو ړنګ شو او غیاث الدین تغلق له تیږو الندې ووژل شو‪.‬‬
‫مارچ ‪۱۳۲۵‬م‪.‬‬
‫غیاث الدین تغلق څو ځله نظام الدین اولیا نومي ته‬
‫لیکلي وو چه "دولت او د دولت داري لوی مسئولیت په منځ‬
‫کې دی او مریدي بیل شی دي چه زما زوی د پرې تړلی‬
‫دی‪ .‬دا چه ته د ډهلي تخت چا ته بښې نو په ما او تا کې‬
‫به یو وي یا ته او یا زه ‪ ...‬او کله چه ډهلي ته له سفر‬
‫‪337 of 1205‬‬

‫څخه درورسیږم دا کار به وشي!“‪ .‬دا لیک چه کله د‬


‫سلطان زوی او د نظام الدین مرید خپل پیر ته د ډیرو نورو‬
‫مریدانو تر مخ ورکړ‪ ،‬نو نوموړي د چرسو په نیشه کې دا‬
‫خبره وکړه چه تر دا ننه په هند کې په یو متل پاته ده چه‪:‬‬
‫”هنوز ډهلي دور است!“‪.‬‬
‫دا سړی اصالَ د بخارا وو چه پلرونه ئې هند ته تللي وو‪.‬‬
‫خو د غیاث الدین له مرګ نه وروسته په کم وخت کې‬
‫ورپسې هم نظام الدین او هم مشهور شاعر "امیر‬
‫خسرو“ هم سترګې له ژوند نه پټې کړلې‪.‬‬
‫د تغلق له فامیل څخه څو واکمنان په تخت کشیناستل‬
‫چه تر "‪۱۴۱۴‬م" کال پورې ئې دوام وکړ‪ .‬دا هغه تاریخی‬
‫مرحله وه چه بیا په منځنۍ آسیا کې یو پوځي متجاوز‬
‫قوت له چنګیزي مرحلې وروسته پیدا شوی وو‪ ،‬چه دا‬
‫اوسپنیز تکړه قوماندان "ګوډ تیمور" نومید‪.‬‬
‫د تیمور مانا اوسپنه ده چه هم تر ډهلي او هم تر انقرې‬
‫پورې دده د لښکرو چور او تاړاک وغزیده‪.‬‬
‫‪338 of 1205‬‬

‫تر همدې ځایه د پښتنو حالت‬

‫زمونږ ننۍ خاورې ته د ستر سکندر له راتلو نه بیا د‬


‫سلطان محمود تر واکمني پورې مونږ په الس کې د پښتنو‬
‫په هکله کوم مشخص نوم او تاریخ نلرو‪ .‬که په ملړني ځل له‬
‫پښتنو څخه خبرېږو دا د سلطان محمود د جهاد کلونه دي‬
‫چه په لښکرو کې ئې پښتانه شامل شول او په جهاد کې‬
‫ئې په لویه پیمانه برخه واخستله‪ ،‬دوی‪:‬‬
‫‪ .۱‬د افغانستان د نني زابل په والیت کې پراته وو چه یوه‬
‫برخه دننه په افغانستان کې د غور په والیت کې هم وو ‪.‬‬
‫‪ .۲‬مګر عمده پښتانه د نني پاکستان د پښتنو سرحدي د‬
‫غرنۍ سیمې اوسیدونکو وو‪ .‬او د هندوکش د غره په‬
‫شمال کې نه پښتنو ژوند کاوو او نه هم داسې یو نوم چه‬
‫یا د "افغان" او یا د "پټان" وي چا پیژاند‪ .‬بیا چه کله د‬
‫افغانستان په نوم یو هیواد رسما َ اعالن شو‪ ،‬نو د‬
‫هندوکش شمال ته اوسیدونکو مختلفو قامونو پښتنو ته‬
‫افاغنه ویل‪ .‬او د فارسي ژبو له خولو څخه "اوغان" تلفظ‬
‫کیده‪ .‬نن هم په یوشتمې پیړۍ کې د افغانستان‬
‫‪339 of 1205‬‬

‫اوسیدونکي له سرحد څخه بهر ځانو ته "افغانان" وائي‬


‫مګر دننه په افغانستان کې نور قامونه پښتون ته "افغان یا‬
‫اوغان" خطاب کوي‪.‬‬
‫په عمومي توګه د افغانستان خاوره چه له یوې خوا د‬
‫نفوس له نظره تقریبا ً خالي وه او بیا خصوصا َ د عربو‬
‫تجاوزونو په علت له فرار او له وژلو او مهاجرتونو سره‬
‫مخامخ شول‪ .‬مګر لویه او پراخه تیښته په کال ‪۱۲۲۰‬م کې‬
‫پیل شوله او چنګیزي حملو ډیر کلونه ونیول‪ ،‬چه د پناه ګاه‬
‫ځای لیرې یا نژدې غرونه او یا هند وو‪ .‬له بلې خوا دا‬
‫موضوع د مطالعې وړ موضوع ده چه د نني افغانستان په‬
‫خاوره تل او د پیړیو په اوږدو کې د منځنۍ آسیا د‬
‫اوسیدونکو قامونو سیوری لویدلی دی‪ ،‬او د راغلو مهاجرو‬
‫او یا فاتحو قامونو د پوښو پل پکې له هره بابته پاته دی‪.‬‬
‫آن تر دې چه په افغانستان کې له غزنوي واکمني څخه‬
‫پخوا هم د منځنۍ آسیا ترک نژاده قامونه اوسیدل او بلخ‬
‫او بادغیس او هرات همیشه د خراسان په حدودو کې وو‪.‬‬
‫او د اوسیدونکو نژاد او فرهنګ ئې له هماغه خراسان‬
‫څخه وو‪ .‬پښتانه له غزني څخه نیولې بیا د آباسین تر‬
‫‪340 of 1205‬‬

‫منځه په پرتو لوړو غرونو کې تر چترال او تر بلوچستان‬


‫پورې میشته شوي وو‪ ،‬چه په سلطان محمود راټول شول‪.‬‬
‫او نوموړي سلطان هم په خپل پوځ کې راټول کړل‪.‬‬
‫هم پښتنو او هم ترکانو څومره چه په غزني د سلطان‬
‫په پوځ کې له یو بل سره یو ځای وو هومره هم بیا په پیړیو‬
‫پیړیو په هند کې هم له یو او بل سره هم په دوستي او هم‬
‫په جنګ یو ځای وو چه اکثرا َ پښتانه د هند د ترکي‬
‫واکمنانو او جنراالنو له الس الندې په پوځ او نوکري کې‬
‫آموخته شول‪.‬‬
‫مانا دا چه په پښتنو کې د واکمني او د دولت داري‬
‫شخصیت‪ ،‬خودي او باور رشد ونکړ چه د دولت داری‬
‫استعداد د خپل قام او نژاد په اتفاق او باور پکې پیدا‬
‫شي‪ .‬مګر داسې یوه ملي متفقه روحیه په پښتنو کې بیرته‬
‫د دوی د ”انفرادي“ ذهن او د نفاق او دښمنیو د بنیاد په‬
‫علت پیدا ځکه نشو چه دا د پیړیو بنیاد وو چه په پښتنو کې‬
‫په منفي خصلت آوښتی وو‪ .‬حتی که په هند کې واکمني ته‬
‫هم ورسیدل‪ ،‬مګر په ځان راټول له یو بل سره متفق نشول‪،‬‬
‫بلکه د داسې دولتي اتفاق په ځای دوی په انفرادي واکمنیو‬
‫‪341 of 1205‬‬

‫لکه د یوې سیمې په حکمراني تر هغه وخته خوښ وو چه‬


‫مرکزي واکمن ئې غیر له پښتانه وي‪.‬‬
‫پښتون یو ”زه“ وو‪ ،‬دې ”زه“ په غرونو کې خپل ”ځان“‬
‫وپیژاند چه د یو بل پښتون له تورې څخه خپل ”ځان“‬
‫وساتي او د هغه ”زه“ له منځه ویسي‪ .‬دا ”زه“ که بل ته‬
‫دښمن وو‪ ،‬نو ”ځان“ ئې هم تل په خطر کې وو‪ ،‬چه مقابل‬
‫لوری باید له منځه ویسي چه ژوندی پاته شي‪ .‬په نتیجه‬
‫کې دې رنګه ابدي جنګ او ابدي نفاق هر ”زه“ ته ”توره“‬
‫ورکړې وه‪ ،‬چه الس ئې بې تورې نه وي‪ .‬ژوند همدا وو یا‬
‫نې ”توره“‪ .‬او تورې چه څومره هغه ته د ”توریالیتوب“‬
‫متعرض الس ورکاوو‪ ،‬هومره هم له تورې سره هم دفاع او‬
‫هم پیغور تړل شوی وو‪ .‬نو په پښتنو کې ژوند‪ ،‬او د ژوندي‬
‫پاته کیدلو مفهوم د ”له منځه وړلو“ مفهوم وو‪ ،‬چه مرګ‬
‫ومني‪ ،‬مګر چه د الس تورې ته ئې څوک د حقارت په‬
‫سترګ ونګوري‪ .‬ځکه چه پیغور د ژوندینې مرګ وو‪ .‬ناخبره‬
‫لدې چه دې رنګه نفاق او دښمنیو د دوی د توریالیتوب ”زه“‬
‫ته چه څومره قوت ورکاوو هومره هم نفاق ال ژور کیده‪.‬‬
‫توریالیتوب او هم نفاق دوی ټولو ته د نابودي په کنده‬
‫آووښتی وو‪ .‬چه هماغه پدوی کې د یو ابدي خصلت په‬
‫‪342 of 1205‬‬

‫ساتونکی قوت او ”زه“ تر دا ننه پاته شو چه پښتون‬


‫نومیږي‪ .‬هند ته هم همدا خوی او عادت او د خپل ”ځان او‬
‫زه“ خصلت له پښتنو سره انتقال کړل شو‪ .‬چه همیشه‬
‫د خپل پښتانه آمریت او واکمني ئې ونه منله‪ .‬مګر برعکس‬
‫د بل له الس الندې چه هغه الس پردی وو په نوکري خوښ‬
‫وو‪ .‬او همدا علت وو چه پښتنو له پردیو دښمنانو څخه‬
‫زیات تر خپلو منځو ډیر خپل پښتانه وژلي دي‪ .‬او په خپل‬
‫هډ او هډوکو ئې ډیرې خولې لګولې دي‪ .‬جنګ ئې د بل‬
‫الس لپاره کړی دی‪ .‬ځانونه یې د بل الس لپاره وژلي دي‪.‬‬
‫مګر هغه وخت چه جنګ پای ته رسیدلي وي او جنګ ئې په‬
‫توره ګټلی هم وي‪ ،‬بیا لداسې کامیابي څخه وروسته چه‬
‫کله خبره په واکمني راغلې نو هر پښتون په یو داسې ”زه“‬
‫د مقابل پښتون د“زه“ په مقابل کې دریدلی دی‪ ،‬چه‬
‫هیڅکله د اتفاق ”مونږ“ ترې جوړ شوی ندی‪ .‬کله ئې چه زر‬
‫او زور پیدا کړی‪ ،‬ملړنی آرمان ئې سر ته رسولی‪ ،‬کوم چه‬
‫هغه آرمان د مقابل ”زه“ له منځه وړل دي‪ .‬الکن ناخبره لدې‬
‫چه باید ټول ورک او نابود شي‪ ،‬ځکه چه هر پښتون که‬
‫خوار دی که موړ دی‪ ،‬هر یو‪ ،‬یو ”زه“ دی او دا ټول له منځه‬
‫وړل کیدلی نشي‪ ،‬بلکه دا ټول به په نفاق تړلي پاته وي‪ .‬او‬
‫‪343 of 1205‬‬

‫دا به نفاق وي چه د دوی ژوند په ژوندینې له منځه وړي‪ .‬چه‬


‫د نفاق بل نوم ”جهالت“ دی او د ”جهالت“ بل نوم د ”فقر“‬
‫ژوند دی‪ ،‬چه د تورې او توریالیتوب په فخر یادیږي‪ .‬نه چه‬
‫دا توره او توریالیتوب د عزت او آبادۍ په الر کې د پوهې‬
‫او د اتفاق نوم او لوړ مقام وي‪.‬‬
‫د پښتنو د قام موضوع ځکه مهمه ده چه دا دوی وو‬
‫چه اسالم ئې هند ته ویووړ‪ .‬خصوصا َ چه سلطان محمود‬
‫یوازې لدوی څخه د هند د خلکو د معبدونو په ړنګولو کې‬
‫زیات کار آخست‪ .‬او هم به په لوړو غونډیو او یا غرونو په‬
‫جنګونو کې پښتانه تل په مخ کې وو‪.‬‬
‫او د پښتنو د قام د پیژندلو بله مهمه موضوع داده چه دوی‬
‫بیرته د افغانستان په خاوره کې هم د وطن په مستقل اعالن‬
‫کې وپیژندل شول‪ .‬تر ‪ ۲۵۰‬کلونو پورې یې پدې هیواد‬
‫کې خپله د پاچاهي ملنه تر خپلو منځو په شاهي کورنۍ او‬
‫د نورو قامونو په شمول په نفاق په بدبختیو او تر سترګو‬
‫ویستلو او پاچا ګردیشیو وغځوله‪ .‬همدا نفاق په هند کې هم‬
‫تر هغه وخته د دوی تر منځه دوام درلود چه د دوی نوي‬
‫نسلونه د هند په خاوره کې وزیږیدل‪.‬‬
‫‪344 of 1205‬‬

‫بله خوا له ترکانو سره هم زمونږ د هیواد خاوره او هم‬


‫په هند کې د پښتنو قام په تاریخي آړیکو تل نژدې پاته‬
‫شوي دي‪ .‬ځکه چه کله د تاریخ په دوهمه مرحله کې چه‬
‫کله ترکانو "د بابر" په مشري په هند دوهم ځل د‬
‫”ګرګاني“ ترکي فامیل واکمني ټینګه کړه‪ ،‬نو پښتانه هم‬
‫په واکمني کې ورسره نژدې پاته شول‪ .‬او هم د افغانستان‬
‫ننی پایتخت کابل او هم کندهار د ترکانو‪ ،‬چه په "مغلي"‬
‫نوم شهرت لري‪ ،‬له سیاسي او هم نظامي ولکې الندې وو‪.‬‬
‫چه د دې واکمني ملنه د هندوکش شمالي والیاتو ته هم‬
‫غځیدلې وه‪.‬‬
‫د ترکانو د مختلفو قامونو د تاریخ مطالعه په واقعیت‬
‫کې د افغانستان د تیرو پیړیو د تاریخ مطالعه هم ده‪.‬‬
‫ځکه چه د افغانستان په خاوره ئې واکمني چلولي دي چه‬
‫مشهور ترین ئې ”الپتګین‪ ،‬سبکتګین او بیا سلطان‬
‫محمود“‪ ،‬وو‪ .‬چه تر ‪ ۲۵۰‬کاله په افغانستان کې په قدرت‬
‫پاته شول‪ .‬او بیا سلجوقیان وو‪ ،‬ورسره "اوغوز" ترکان او‬
‫هم "کرلوک" قام وو‪ .‬لدوی څخه پخوا "کوشانیانو" او‬
‫مخکې له هغه "ساکانو" او بیا "سپین هون یا یفتلیانو"‬
‫‪345 of 1205‬‬

‫چه ال تر ننه هم د دې قامونو بقایاوې زموږ په هیواد کې‬


‫ژوند لري‪ .‬د ترک سلجوقي قام بله مهمه برخه بیا هم له‬
‫منځنۍ آسیا څخه د "بیزانس د امپراطورۍ" په لور‬
‫وخوځیدل او د ننۍ ترکئې په "بورسا" نومي ښار کې ئې‬
‫پایتخت جوړ کړ‪ .‬چه هم په عراق او هم په ایران کې بیا‬
‫هم همدا قام وو چه په سیاسي لحاظ ښکاره شول‪ .‬او بیا‬
‫هم د همدې قام بله برخه چه مشر ئې "عثمان" نومید له‬
‫بیزانس "د شرقي روم امپراطوري" څخه د هغوی‬
‫قسطنطنیه نومی پایتخت په کال ‪۱۴۵۳‬م کې ونیوو‪ .‬بیا یې‬
‫په اروپا کې بلغارستان‪ ،‬یوګوسالویا او د بالکان هیوادونه‬
‫تر یونان پورې او په آسیا کې عراق‪ ،‬سوریه‪ ،‬فلسطین او‬
‫عربستان ونیوو‪ .‬او په شمالي افریقا کې یې ”د مصر‬
‫مملوکي“ ترکي دولت جوړ کړ‪.‬‬
‫او هم همدا قام وو چه په هند کې ”بابر‪ ،‬همایون‪ ،‬اکبر‪،‬‬
‫جهانګیر‪ ،‬شاه جهان او اورنګ زیب" په برم پاچاهي وکړه‪.‬‬
‫او دې پاچاهي پیړۍ ونیولې‪ .‬او په ایران کې د ډیرو‬
‫پاچایانو فامیل ترک نژاده وو آن تر "نادر افشار" پورې‪.‬‬
‫ال نن ئې هم ډیر تاریخي آثار د مغلستان په خاوره کې‬
‫‪346 of 1205‬‬

‫پاته دي کوم چه په "اویغور یا اویګور" یادیږي‪ ،‬چه یوه‬


‫برخه ئې د چین په "سین کیانګ" نومي سیمه کې ال نن‬
‫هم میشته دي‪ .‬دوی د چین د "تیانشان" له غرو نیولې تر‬
‫کسپین او تورې بحیرې پورې په مختلفو قامي نومونو‬
‫پراته وو‪ .‬چه بیا شاعر "فردوسي" په خپله شاهنامه کې د‬
‫"توران او ایران" جنګونه یاد کړي دي‪ .‬چه په "توران کې‬
‫افراسیاب او په ایران کې رستم" د قهرمانانو څهرې دي‪.‬‬
‫مګر یوه بله د عبرت موضوع داده چه خبره د معبدونو‬
‫په ړنګولو دریږي‪ .‬د عثماني ترکانو هر واکمن سلطان چه‬
‫کله په اروپا کې عیسوی مذهبه هیوادونه فتح کول‪ ،‬نو دوی‬
‫د هغه اشغال شوي او یا په جنګ فتح شوي هیواد‬
‫کلیساګانې ونه نړولې‪ .‬برعکس په هند کې سلطان محمود‬
‫همدا کار سرته ورساوو‪ ،‬چه هر معبد له ذخیره شوي هغه‬
‫ثروت څخه ډک وو چه هندي عقیدت مندانو په پیړیو د خپل‬
‫خلوص د اظهار په مقصد نذرانې معبدونو ته راوړلې‪.‬‬
‫عثماني ترکانو به د کلیسا څنګ ته لیرې او یا نژدې‬
‫جماتونه آبادول‪ .‬او عثماني ترکي واکمنانو په هیڅ یو‬
‫فتحه شوي عیسوي مذهبه هیواد کې څوک د کفر او کافر‬
‫‪347 of 1205‬‬

‫په نوم ونه وژل او نه ئې هم په زور او د تورې په ډار او یا‬


‫د لوږې د شکنجې په وسیلې عیسویان دې ته مجبور کړل‬
‫چه د اسالم دین ومني‪ ،‬بلکه مسلمان شوو ته به یې ډیرې‬
‫زیاتې آسانتیاوې برابرولې‪ .‬د مالیې څخه به یې معاف‬
‫کړل او ځینې نور امتیازات به یې ورکړل‪ ،‬کوم چه‬
‫عیسویانو به نلرل‪ .‬ترکانو ته به هر چیرته ملړی خپل قام او‬
‫د لوی توران د نژاد مشترکه وینه مهمه وه‪ .‬اسالم د همدې‬
‫الرې یوه وسیله وه چه وکړای شي خپل قام د منځنۍ‬
‫آسیا له صحرا او دښتو څخه راوباسي او د با عزته ژوند‬
‫شرطونه ورته برابر کړي‪ .‬یانې اسالم هم د تُرک په خدمت‬
‫کې وو‪ ،‬نه دا چه تُرک د اسالم په خدمت کې وي‪.‬‬
‫‪ .۱‬کله چه د غرب په لور د ترکانو د فتوحاتو توره وځلیدله‪،‬‬
‫نو تر دا ننه پورې د دوی د ژوند بنیاد په نظامي قوت‬
‫ودرید‪ ،‬چه د منظمې اردو او دیسپلین خاوندان دي‪ .‬په هر‬
‫هغه ځای کې چه د یو تُرک د ژوند او بقا او یا مرګ او‬
‫نابودي مسله مطرح شوې ده‪ ،‬نو له ټول ملت څخه د‬
‫همدردی او اتفاق او د مرستې غږ او متفق حرکت پیل‬
‫شوی دی‪.‬‬
‫‪348 of 1205‬‬

‫‪ .۲‬بیا چه د تُرک د قام توره او اسالم په زړه پورې فتحه‬


‫شوې سیمې وموندلې‪ ،‬نو وروسته له هغه اسالم په ترکانو‬
‫کې یو آرام شکل ونیوو‪ ،‬نه د یو بادار یا مافوق مقام‪ .‬پدې‬
‫مانا چه ترک هیڅکله عرب پرسته نشول‪ ،‬چه ګویا اسالم د‬
‫عربو دی او پیغمبر ئې عرب دی‪ ،‬نو عرب لوړ دي‪ ،‬هیڅکله‬
‫نه‪ .‬بلکه حتا عرب او عربي هیوادونه‪ ،‬د سعودي عربستان‬
‫په شمول هم له خپل الس الندې کړل او د خالفت مقام یې‬
‫ال خپل کړ‪ .‬دا رنګه غالمي په ترکانو کې پیدا نشوله‪ ،‬بلکه‬
‫د عقیدې له مخې ځای ئې یو صوفي حالت ونیوو چه‬
‫خدای او وجدان سره نژدې پاته شول او په منځ کې د‬
‫ترکانو د ژوند مسله مطرح وه‪.‬‬
‫بل دا چه کله توره مخکې وه‪ ،‬مګر د دې نظامي پرمختګ‬
‫څټ ته پاته په فتح شوو سیمو کې همدا د صوفیزم د‬
‫پیروانو د آئین پام د ټولنې د عدالت او د مساوات په‬
‫اجتماعي برخو باندې وو‪ .‬چه یو ښه داسې نظم د دین له‬
‫عنوان الندې جوړ کړي چه د افراط او تفریط مخه ونیسي‪.‬‬
‫او همدغه تدبیر او علت وو چه په ترکیه کې د تیروریزم او‬
‫بنیاد ګرائی پیروان پیدا نشول‪ .‬او په ترکیه کې اسالم په‬
‫‪349 of 1205‬‬

‫یوه نرمه څهره پاته شو‪ .‬او همدغه علت وو چه بیا‬


‫”آتاتورک“ د دین چارې د دولت له چارو بیلې کړلې!‬

‫او د همدې موضوع په ارتباط چه کله امیر امان اهلل خان‬


‫په کال ‪۱۹۱۹‬م د افغانستان استقالل اعالن کړ‪ ،‬نو بیا په‬
‫ترکیه کې مصطفی کمال پاشا "اتاتورک" خالفت او‬
‫سلطنت لغوه اعالن کړ او په ځای ئې د دیموکراسي او‬
‫جمهوریت الره ونیوله‪ .‬او دننه په ترکیه کې ئې ځینې مهم‬
‫ریفورمونه او انقالبونه راوستل‪ .‬له لیک‪ ،‬لوست او معارف‬
‫څخه نیولې تر کالیو او جامو تر یونوفورم پورې چه له‬
‫عثماني امپراطوري پاته هر هغه څه چه په زړې پدیدې‬
‫راتلل او د نوو ګامونو مخې ته خنډ کیدل د الرې له سره‬
‫لیرې کړل‪.‬‬
‫نو آمان اهلل خان په یو لیک کې مصطفی کمال پاشا ته‬
‫ولیکل چه "غواړم ستا الره تعقیب کړم او هماغه ریفورمونه‬
‫کوم چه تا سرته ورسول سرته ورسوم !“‪ .‬مګر د آماني‬
‫آرمان د بوټي او د ځمکې د خاورې تر منځه هغه‬
‫تاریخي‪ ،‬ذهني او فرهنګي پراخ مشخص شرطونه چه په‬
‫‪350 of 1205‬‬

‫ترکیه کې د ترکئې د خاورې بوټی وو‪ ،‬له افغانستان څخه‬


‫زیات توپیر درلود‪ .‬چه مهم ئې د اسالمي ارتجاع ریښې‬
‫او تیارې وې چه د افغانستان په خاوره کې له پیړیو‬
‫غځیدلې وې‪ .‬او د عرب پرستی غالم ذهن ته د اسالم‬
‫مبارک دین ویل کیده‪ .‬د افغانستان د اوسیدونکو لپاره د‬
‫خپل وطن خاوره او عزت د پردي اسالم د عزت لپاره یوه‬
‫بې مفهومه او بې ارزشه وسیله وه‪ .‬مګر هدف د اسالم د‬
‫مبارک دین او مبارک پیغمبر وو‪.‬‬
‫الکن د ترکانو د ژوند په رګونو دا وینه بهیدله چه‪:‬‬

‫" روسته له خدایه‪ ،‬وطن دی!“‪.‬‬

‫***‬
‫‪351 of 1205‬‬

‫څلورمه برخه‬
‫‪352 of 1205‬‬

‫د "افغانستان" په نوم د یو هیواد د جوړیدلو په لور‬


‫‪ -‬الف ‪-‬‬

‫که مخکې د افغانستان د هیواد له اعالن څخه د دې هیواد‬


‫په خاوره کې د اوسیدونکو د قام او نژاد موضوع له ترکانو‬
‫سره د تاریخ یو تاریخي پیوند وو‪ ،‬ورسره د افغانستان په‬
‫خاوره کې رګ رګ د هند د فرهنګ او عقیدې وینه بهیلې‬
‫ده‪.‬‬
‫نو کله چه مونږ هم د افغانانو او هم د افغانستان د‬
‫پیژندلو په لور غواړو نژدې شو‪ ،‬احیانا َ د تاریخ د لوی‬
‫کتاب پاڼې به په څټ خوا آړوو‪.‬‬
‫موږ د افغان غلجي اقتدار په هند کې ولید چه هماغه‬
‫عال الدین )غلجی( وو‪ ،‬چه نیم پښتون دی "د پالر یا د‬
‫مور" له طرفه‪ ،‬نیم بیا هم ترک دی‪ .‬چه ده د عادي‬
‫مجرمینو غوږونه ئې پریکول او د هند د خپلو اوسیدونکو له‬
‫السو څخه ئې د ژوند ټول امکانات آخستل‪ .‬مګر هومره‬
‫ئې په هغو خوارو السونو کې پریښودل چه یوازې د‬
‫هماغې ورځې د خولې ډوډۍ ئې شي او بس!‬
‫‪353 of 1205‬‬

‫مګر د پوځي تشکیالت نوی بنیاد ئې یو نوی ابتکار هم‬


‫دی چه وکړای شي د چنګیزي مغلو د قام په هند پرله‬
‫پسې حملې ودروي‪ .‬له څلورو سوو زرو زیات یو پوځ ئې‬
‫تنظیم کړ‪.‬‬
‫یو عسکر به خپل آس پخپله آخستل‪ ،‬مګر پیسې به ئې‬
‫عال الدین ورکولې‪.‬‬
‫‪ .۱‬د آس په سر ورځنی مصرف = ‪" ۱۴‬چیتل" وو‪.‬‬
‫‪ .۲‬د اوربشو ‪ ۳‬کیلو قیمت = یو چیتل وو‪.‬‬
‫مانا دا چه د آس ورځنی د اوربشو مصرف ‪ ۴۵‬تر‬
‫‪ ۵۰‬کیلو وو‪ .‬ټول پوځ سوار کاران وو‪.‬‬
‫‪ .۳‬عال الدین غلجي هغه عسکر به چه د یو آس روزل په‬
‫غاړه آخستي وو‪ ،‬د هغه عسکر کلنی معاش "‪ ۲۳۴‬ټنګې"‬
‫وې‪ .‬که به ئې د دوهم آس ساتنه په ځان واخیستله‪ ،‬نو‬
‫په معاش کې به ئې ‪ ۷۸‬ټنګې زیاتې شولې‪.‬‬
‫ټنګه د نقرې پیسه وه‪.‬‬
‫یوه ټنګه = ‪ ۶۴‬چیتل وه‪.‬‬
‫‪354 of 1205‬‬

‫پرته له آس نه د یو عسکر ورځنی معاش ‪ ۲۷‬چیتل کیده‪.‬‬


‫عال الدین غلجي ټول نرخونه په خپله ټاکل او هغه به ثابت‬
‫وو‪ .‬نو‪:‬‬
‫‪ -‬د یو کیلو غنم او یا یو کیلو غټې وریجي بیه = یو چیتل‬
‫وو‪ .‬مانا دا چه د یو عسکر ورځنی معاش یا ‪ ۵۰‬کیلو غنم‬
‫او یا ‪ ۸۰‬کیلو غټې وریجې وې‪.‬‬
‫‪ -‬د شکر باب قیمت اعال درجه کیلو ‪ ۴‬چیتل او ادنا درجه‬
‫کیلو یو چیتل وو‪.‬‬
‫‪ -‬د غوړیو کیلو = ‪ ۲ - ۱‬چیتل‪ .‬د پنبې )نخي( جنس رخت‬
‫یو متر ‪ ۴‬چیتل‪.‬‬
‫او هغه آسان چه په پوځ کې وو درۍ جنسه وو‪:‬‬
‫د بهترین جنس آس قیمت = ‪ ۱۲۰ - ۱۰۰‬ټنګې‪.‬‬
‫دوهمه درجه جنس = ‪ ۹۰ - ۸۰‬ټنګې‪.‬‬
‫دریمه درجه جنس = ‪ ۷۰ - ۶۵‬ټنګې‪.‬‬
‫پدې حساب چه کله به عسکر کیدو ته یو چا مراجعه‬
‫کوله‪ ،‬نو هغه ته به د دریو کلونو پیشکي معاش ټول ورکول‬
‫کیده چه د ټول پوځ شمیر ‪ ۴۷۵۰۰۰‬وو‪.‬‬
‫‪355 of 1205‬‬

‫او په هند کې د ترک د واکمنانو د دولت او دربار ژبه‬


‫فارسي ژبه وه‪ ،‬مګر د سلطان محمود په رسمي فرمانونو‬
‫کې عربي ژبه وه‪ ،‬کوم چه دا د بغداد د خلیفه له سلطان‬
‫څخه د اسالم د ال قوت موندلو په منظور یو جدي او‬
‫اسالمي خواهش وو‪ .‬مګر بیا د دربار ډیرو کسانو د‬
‫عربي ژبې په هر دولتي چارو کې د نه چلیدلو او نه‬
‫پوهیدلو له کبله ځینې پیشنهادونه او اعتراضونه سلطان ته‬
‫وړاندې کړل‪ ،‬چه بیا فارسي عام شوه‪.‬‬

‫په هند کې د ترکانو هم ملړنۍ تاریخي مرحلې‬


‫واکمنې چه له "قطب الدین آیبګ" سره پیل شوه ‪۱۱۹۳‬‬
‫میالدي‪ ،‬او هم چه په دوهم ځل له "بابر" پاچا سره په هند‬
‫کې واکمني پیل شوله “‪۱۵۲۶‬م“‪ ،‬د دوی درباري او‬
‫فرماني ژبه فارسي ژبه وه‪ ،‬مګر فامیلي ژبه په دواړو‬
‫مرحلو کې ترکي ژبه وه‪ .‬هغوی چه له منځنۍ آسیا څخه‬
‫راغلي یا راغوښتل شوي یا په پیسو آخستل شوي پوځي‬
‫"سني" مذهبه مسلمانان وو‪ .‬مګر هغه‬ ‫ترکان وو اکثرا َ ُ‬
‫ترکان چه له ایران څخه د مختلفو وظایفو په خاطر‬
‫‪356 of 1205‬‬

‫خصوصا َ د دولت او دربار اداري چارو ته راغوښتل کیدل‬


‫هغوی "شیعه" مذهبه اکثرا َ "قزل باشان" وو! مګر کوم‬
‫مذهبي برخورد پکې موجود نه وو‪ ،‬بلکه دواړه د دولت په‬
‫خذمت کې وو او دولت به یو ټینګ مرکزي قوت وو‪ .‬کله چه‬
‫په هند کې به یو نامتو واکمن مړ شو‪ ،‬ډیر ځله به ئې ځای‬
‫وارثانو یا ټاکل شوي ولیعهد نیولی نشو‪ ،‬چه دا رنګه پیښې‬
‫خصوصا َ د ترکانو په هند کې د ملړنۍ واکمنۍ په مرحله‬
‫کې زیاتې ښکاره شولې‪ .‬چه ځینو والیانو یا پوځي‬
‫حکمرانانو د یاغیتوب الره ونیوله چه پکې د ډهلي د تخت‬
‫منظور او پالنونه به هم موجود وو‪ .‬نو همدغه علت وو چه‬
‫تمایل هغو کسانو ته وو کوم چه جنګي قابلیتونه ئې‬
‫درلودل‪ .‬که دا خلک له منځنۍ آسیا څخه راغوښتل کیدل‬
‫او یا که پښتانه پکې مقبول کسان وو‪ .‬حتی له حبشستان‬
‫او افریقا څخه هم د جنګ او مقاومت لرونکو قامونه هند ته‬
‫راوغوښتل شول‪ ،‬چه اکثره دغو افریقائی پوځي کسانو ته‬
‫به "بیګانه ګان" ویل کیدل‪.‬‬
‫مګر د پښتنو هند ته د مهاجرت طرز له نورو هند ته‬
‫راغلو قامونو څخه فرق درلود‪ .‬خصوصا َ چه کله د "لودی"‬
‫‪357 of 1205‬‬

‫قام د ډهلي تخت ته ورسید چه مشر ئې "بهلول" لودي وو‪.‬‬


‫"بهلول" به همیشه یو قام له قام سره رسما َ هند ته‬
‫راوغوښت‪ ،‬چه د تخت ساتنه او د ی سلطنت قوت په‬
‫پښتنو تکیه وکړي‪ .‬کال ‪۱۴۵۱‬م‪.‬‬
‫دا رنګه تشکیل ترکانو هم درلود‪ ،‬مګر فرق ئې دا وو‬
‫چه ترکي واکمنانو به له منځنۍ آسیا څخه یا ګروپ ګروپ‬
‫یا فرد ملړی د دولت په خذمت کې جذب کړل او بیا په دوهم‬
‫ګام کې به د دولت له حمایې الندې او د دولت له څارنې‬
‫الندې په ال لویو ګروپونو په خذمت وتړل شول‪ .‬مګر په‬
‫پښتنو کې حالت بل ډول وو‪ ،‬کوم چه ملړی به یو قام له قام‬
‫سره ټول هند ته راکوچ شول او یا به د یو قام لویه برخه‬
‫هند ته وکوچیدل‪ .‬په دوهم ګام به د دې قامونو خپل خپل‬
‫مستقل او واکمن قامي مشر په خپلې قامي واکمني له‬
‫دولت نه مستقل پاته شو‪ .‬مانا داده چه دولت سره د خذمت‬
‫په ځای د خپل خپل قام له قامي احساساتو الندې باید‬
‫دولت ددوی خذمت کړی وای‪ .‬ځکه چه دوی د خپل خپل‬
‫قام قدر غوښت چه د "بهلول" لودي د دولت له تخت څخه‬
‫دوی ته همدا قامي غوښتنې مهمې وې‪ ،‬چه دولت باید د‬
‫‪358 of 1205‬‬

‫قام په خذمت کې وي‪ .‬نه چه ټول قامونه په مشترک‬


‫مرکزي دولت راټول وي او دولت قوت ومومي‪ .‬او د ترکانو‬
‫سلوک برعکس وو‪ .‬ټول په خپل واکمن او په دولت راټولیدل‪.‬‬
‫که کله به چه نفاق پکې پیدا هم شو‪ ،‬خو خبره به چه کله د‬
‫"ترک" د بقا او سالمت منځ ته راغله نو ټول به په اتفاق‬
‫شول‪.‬‬
‫دلته هم یوه فلسفي او هم یوه رواني موضوع مطرح‬
‫کیږي‪ ،‬چه د ترکانو او د پښتنو تر منځه هغه مشترک او‬
‫هم هغه جال حالتونه آیا په کومو تاریخي علتونو تکیه لري؟‬
‫ځکه چه هم پښتانه او هم ترکان دواړه د جنګ قامونه وو‬
‫او سخت سري خلک وو‪ .‬خبره داده چه د ترک قام مخکې‬
‫لدې چه اسالم ومني‪ ،‬دوی یو قامي مشر هم نظامي رهبر‬
‫او هم یو متفکر داسې قوت درلود چه د ټول "تُرک ‪ -‬توران"‬
‫ژوند او مرګ ئې د تاریخ پداسې حساس مرحله کې‬
‫رهنمائی کړی وو‪ .‬چه د ټول توران قام له "ایران" سره د‬
‫کلونو په اوږدو کې په جنګ وو‪ .‬او دا سړی "افراسیاب"‬
‫نومیده چه د هر ترک په فامیل کې په فخر او په یاد ژوندی‬
‫پاته شو او د اتفاق سمبول وګرزید‪ .‬چه دا به ئې هم ویل‬
‫‪359 of 1205‬‬

‫چه‪" :‬د ترکانو قام د دنیا له نورو قامونو څخه فرق پدې‬
‫کې دی چه کله د نورو هیوادونو اوسیدونکي په خپل پلرني‬
‫هیواد کې قدر لري‪ ،‬مګر کله چه نورو پردیو هیوادونو ته په‬
‫تلو مجبور شي نو قدر ئې په پردیو هیوادو کې څوک نه‬
‫پیژني بیقدره شي‪ .‬الکن د ترک قام برعکس دی‪ ،‬ځکه چه‬
‫کله چه خپل پلرني ټاټوبي کې وي خپل او خپلوان او‬
‫وطنوال ئې قدر نه پیژني‪ ،‬لکه هغه غمی چه د بحر دننه په‬
‫صدف کې پروت وي‪ .‬خو کله چه هغه مرغلره د صدف له‬
‫پټوکي څخه اووځي نو قدر ئې ښکاره شي یا د سلطان‬
‫په تاج کې یا د پیغلو د غاړو په امیل کې وي…!“‪.‬‬
‫د افراسیاب دا خبره په هند کې د یو واقعیت تصویر‬
‫شو‪.‬‬
‫مګر پښتنو هم له اسالم نه مخکې داسې یو رهبر ندرلود‬
‫چه د مشترک قام مشترکه وینه او بقا په یو مشترک روح‬
‫واړوي او نه هم وروسته له اسالم نه دوی د خپل مټ په‬
‫واکمني د یو مشترک "قام تفکر" پیدا کړ چه له همدې‬
‫مشترک تفکر څخه خپل منځني نفاق او دښمنۍ له قامي‬
‫مشترکې ملنې څخه پریمینځي‪.‬‬
‫‪360 of 1205‬‬

‫کله چه دوه جریانه موجود وي؛ یو داسې چه پاس‬


‫مقام ته د ځان د صادق نوکر په "ښودلو" په حرکت کې‪،‬‬
‫مګر خپل د څنګ نفر په دسیسه یا پټ مخالف له صف او‬
‫صحنې څخه باسي‪ .‬او بل حرکت پاس مقام ته د‬
‫”رسیدلو“ له حرکت او تالش سره د خپل وطنوال مټ او‬
‫قوت غبرګ په کار آچول کیږي‪ ،‬دواړه فرق لري‪.‬‬
‫د پښتنو د قام خلک چه کله هند کې متوطن شول‪ ،‬نو‬
‫"بهلول" د هر قام مشر ته نظامي او پوځي داسې یوه‬
‫واکمني ورکړه چه هر قام خپل نظامي قوت یوازې د خپل‬
‫قام په محدوده قامي تشکیل کې او هم د بل او خپل‬
‫پښتانه قام په مقابل کې متشکل کړ‪ .‬او تر هغه وخته د‬
‫”بهلول لودی“ د مرکزي دولت مال تړ وو تر هغو چه دولت‬
‫هغو قامي مشرانو ته هم پراخې ځمکې ورکولې او هم ئې‬
‫د مستقل پوځ د جوړیدلو امکانات ورکول‪.‬‬
‫دا مسئله کله چه "بهلول" مړ شو په نفاق واوښتله‪.‬‬
‫نو هغه وخت په هند کې څو مشهور پښتانه قامونه موجود‬
‫وو‪:‬‬
‫‪ .۱‬د فورمولي قام‬
‫‪361 of 1205‬‬

‫‪ .۲‬د شیرواڼي قام‬


‫‪ .۳‬د لودي قام‬
‫‪ .۴‬شاهو خیل‬
‫‪ .۵‬لوهاڼي‪ ،‬یا د لواڼي قام‬
‫د مثال په توګه یوازې شیرواڼي د قام مشر "اعظم‬
‫خان" ‪ ۴۵۰۰۰‬سوارکاره پوځ او ‪ ۷۰۰‬فیالن په خپل مستقل‬
‫قامي پوځ کې درلودل‪ .‬مانا ئې دا وه چه د "لودي" د‬
‫ډهلي سلطنت یو مستقل "دولت" نه وو چه په خپلو قواوو‬
‫واکمني ولري‪ ،‬پدې مانا چه په مرکز راټول وي‪ .‬بلکه دا د‬
‫”قومونو د یو ځای شوي" اتفاق تش ظاهري پټوکی وو‪،‬‬
‫چه هره لحظه ئې چودیدل په ځان کې په همداسې قامي‬
‫شرطونو درلودل‪ .‬په نتیجه کې د ډهلي د پښتون واکمن او‬
‫دولت ټول تالش پدې موضوع بیمورده او عبث مصرف‬
‫کیده چه څرنګه د دغو قامونو زړونه وساتلی شي‪ .‬دا وو د‬
‫پښتنو په هند کې د دولت داري واقعي تعریف‪ .‬چه د‬
‫قامونو تر منځو د اتفاق سستې ستنې به هره لحظه‬
‫ښوریدلې او ورسره به د دولت بنیاد او تعمیر هم ښوریده‪.‬‬
‫بیا به همدا قامي مشران له خپلو خپلو قامونو او پوځونو‬
‫‪362 of 1205‬‬

‫سره د هند په مختلفو والیتونو کې مستقل مستقل‬


‫حکمرانان شول‪ .‬او بیا به ئې بیا هم تر خپلو منځو د یو او‬
‫بل د سیمو د نیولو په هدف دوامداره جنګونه کول‪ .‬چه بیا‬
‫به یو پکې قوي شو‪ ،‬نو هغه نور مشران به ئې په ځان‬
‫راټول کړل‪ ،‬چه مثال ئې "سوري شیرشاه" دی‪ .‬خو کله به‬
‫چه د داسې یو قوي مشر له مړینې وروسته د هغه د تخت‬
‫وارث به کمزوری وو‪ ،‬نتیجه به بیا پاچا ګردیشي وه‪.‬‬

‫کله چه "بهلول لودي" په قدرت کې وو‪ ،‬یو شخصي‬


‫استعداد ورسره وو‪ ،‬چه څرنګه د هر قام د مشر "زه"‬
‫ونازوي‪ .‬ځکه پوهیده چه هر پښتون یو داسې "زه" په‬
‫”ځان" کې لري چه یوازې د هغه ”ځان“ مهم ورته ښکاري‪.‬‬
‫آن تر دې چه حتی له وطن څخه د همدغه "مهم زه او‬
‫ځان“ په خاطر تیر شوی دی او تیریږي‪ ،‬چه "غیرت" ئې‬
‫بولي‪ .‬نو بهلول به له ټولو مشرانو په دربار کې الندې د‬
‫دروازې خواته کشیناست او د قام مشرانو ته به ئې ویل‬
‫چه "ما د تاسې پښتنو لپاره تخت ګټلی دی‪ ،‬نه د خپل‬
‫ځان لپاره‪ .‬زه ستاسې خذمت د ځان فرض بولم“‪ .‬نو د‬
‫‪363 of 1205‬‬

‫هیڅ پښتانه په مقابل کې له هغه نه لوړ په تخت ناست نه‬


‫وو‪ .‬آن تر دې چه کله ئې ډهلی په ملړي ځل ونیوو او په‬
‫ملړي ځل ئې ځان سلطان اعالن کړ‪ .۱۴۵۱-۴-۱۹ ،‬نو د‬
‫ډهلي په خزانه کې ئې ټولې پیسې په خپل قام د ځان په‬
‫شمول مساوي وویشلې‪ .‬د دې کار آوازې هغو پښتنو ته‬
‫ورسیدلې چه ال هند ته تللي نه وو‪ .‬نو د هند په لور بیا د‬
‫تلو هجوم او مهاجرت پیل شو‪.‬‬
‫مګر سلطان بهلول لودي په کال ‪ ۱۴۵۲‬کې مړ شو او‬
‫په تخت ئې د زمنو جنګ پیل شو چه بیا "علم خان" یو‬
‫راجا ته د کومک غوښتلو په خاطر پناه ویوړه او بل ورور‬
‫ئې "سکندر" تخت ونیوو‪" .‬دغه علم خان نومی بیا وروسته‬
‫کلونو کې له ګڼ شمیر پښتنو سره ځان کابل ته ورساوو او‬
‫په کابل کې بابر پاچا ته ئې د ډهلي د تخت د نیولو‬
‫مشوره ورکړه او هم ئې په تخت نیولو کې د کومک قول‬
‫ورکړ‪.‬‬

‫کله چه "سلطان سکندر" لکه خپل پالر د قامونو زړونه‬


‫ونازول نو په قدرت کې پاته شو‪ .‬او بیا ئې خپل ډیر وخت‬
‫د ډهلي په ځای په "آګره" کې تیراوو‪ ،‬چه په کال ‪۱۵۰۱‬‬
‫‪364 of 1205‬‬

‫میالدي کې ئې د آګرې زیات ځایونه جوړ کړل او د دوهم‬


‫مرکز په توګه ئې کار ترې آخست‪ .‬د یو منظم اداري چارو‬
‫لیاقت ئې وښود‪ .‬په کال "‪۱۵۱۷‬م" کې مړ شو او زوی ئې‬
‫ابراهیم په تخت کشیناست‪.‬‬
‫د ابراهیم په تخت له کشیناستلو سره یو سلطنتي‬
‫فرمان اعالن شو پدې شرحه چه‪:‬‬
‫”د پاچا په وړاندې د خپل او خپلوان او کوم مشخص قام‬
‫نشته‪ .‬ټول موظفین ئې "نوکر" دي‪ .‬باید وروسته لدې پاچا‬
‫د پاچائی په مقام کې وي او نوکران د نوکري په ځای‬
‫کې“‪ .‬مګر د نوکر خبرې د پښتنو زړونه مات کړي وو او‬
‫دوی په ځانو دا نه منله چه د ابراهیم لودي یانې د خپل‬
‫پښتانه پاچا مخې ته الس په نامه ودریږي‪.‬‬
‫د قام مشرانو پټ پټ مجلسونه او ورسره حرکتونه پیل‬
‫کړل‪ .‬نو ئې د سلطان ابراهیم ورور "جالل خان" د تخت‬
‫نامزد اعالن کړ‪ ،‬چه مانا ئې د سختو جنګونو ملبې بلې‬
‫شولې‪ .‬سلطان ابراهیم مقابل لوری مات کر او خپل ورور‬
‫ئې ونیوو او بیا ئې وواژه‪ .‬څه موده وروسته د یوې نظامي‬
‫توطئې په ښکاره کیدو سره د سرواڼي د قام تکړه‬
‫‪365 of 1205‬‬

‫قوماندان "اعظم خان" ئې له وظیفې لیرې کړ‪ .‬او ځینې‬


‫نور پښتانه مشران ئې په ځیل کې واچول‪ .‬په نتیجه کې د‬
‫مختلفو پښتنو قامونو او د سلطان ابراهیم تر منځ یو‬
‫خونړی جنګ رامنځ ته شو چه سلطان ابراهیم په ډیر‬
‫زحمت خپل قدرت وساته‪.‬‬
‫او پدې وخت کې د "چیتور" راجا "راناسنګا" په یو‬
‫لوی نظامي عظمت کې د سلطان ابراهیم رقیب ښکاره‬
‫کیده‪ .‬په نتیجه کې د پښتنو ناراضه ډیرو قوماندانانو‬
‫همدغه راجا ته د کومک غوښتلو په منظور پناه وړې وه‪ .‬او‬
‫ځینو ځانونه آن تر کابل پورې "بابر" پاچا ته ورسول‪ .‬چه‬
‫بیا بابر پاچا له "سلطان ابراهیم" له پوځ سره د ډهلي‬
‫شمال ته پروت په "پاني پت" میدان کې په جنګ مخامخ‬
‫شو‪ .‬لدې چه د پښتنو زړونه له سلطان ابراهیم څخه ساړه‬
‫شوي وو او هم په پوځ کې ال پخوا ځینې قوماندانان پټه په‬
‫پټه وژلي وو نو هره خوا د شک او تشویش فضا خپره‬
‫شوې وه‪ .‬چه د پاني پت د جنګ په میدان کې پوځ شکست‬
‫وکړ او خپله سلطان هم په خپله خیمه کې ووژل شو‪ .‬د‬
‫ډهلي تخت د "بابر" الس ته ورغی کال‪ ۱۵۲۶ ،‬میالدي‪.‬‬
‫‪366 of 1205‬‬

‫چه دا د تُرکانو په دوهم ځل د تاریخ په صحنه کې د لوی‬


‫هند واکمني پیل او د لودي خاندان د واکمني پای وو‪.‬‬

‫نو پښتانه …‬

‫پښتانه پخپل هیواد کې د کوم مرکزی دولت او فرهنګ له‬


‫خوا د یو مشترک تاریخ چه د یوې ملي روحئې مشترکه‬
‫ملي اراده ولري مفتق پاته نشول‪ .‬دا ځکه چه داسې‬
‫روحیه او اراده جوړه نشوله‪ .‬ورسره د ژبې مسئله په‬
‫افغانستان کې خپل خاص یو داسې شکل ونیوو چه د‬
‫افغانستان نوم یوازې په "پښتنو" وتړل شو‪ .‬چه ژبه ئې‬
‫"پښتو" ده او د افغانستان اصلي خاوند او هم واکداران‬
‫او هم واکمنان همدا پښتانه دي‪ .‬او نور قامونه ئې کشر‬
‫وروڼه دي! مګر د پښتنو قام هم تر خپلو منځو جال جال‬
‫پښتیو لري‪ .‬پدې مانا چه په پښتنو کې دا درۍ اصله لیدل‬
‫کیږي؛‬
‫‪367 of 1205‬‬

‫‪ .۱‬پښتانه‬
‫‪ .۲‬د پښتیو ژبه‬
‫‪ .۳‬پښتیو‬
‫‪ .۱‬پښتانه‪ :‬هغه وخت چه د کوم پښتون په مقابل کې‬
‫هم په ژبه او هم په خټه "غیر پښتانه هر څوک او په هر‬
‫ځای کې" چه وي‪ ،‬نو پښتانه که دوه وي او که یا ډیر‪ ،‬خو‬
‫چه کله مقابل "غیر پښتانه" په اکثریت کې وي‪ ،‬بیا هغه‬
‫وخت دا اقلیت پښتانه تر خپلو منځو په اتفاق لکه وروڼه یو‬
‫ځای کیږي‪ .‬پدوی "پښتیو او ژبه" غلبه کوي او تر مرګه له‬
‫یو او بل سره د پردیو په وړاندې متحد پاته کیږي‪ .‬او کله‬
‫چه بیا "د پردیو مسئله" مطرح نه وي او دوی بیرته تر خپلو‬
‫منځو وي نو نتیجه هماغه نفاق وي‪.‬‬
‫مانا دا چه‪ :‬پښتنو ته د ننه په افغانستان کې له‬
‫پښتیو ژبې پرته د بلې ژبې چه "عموما َ فارسي" ژبه ده‪ ،‬په‬
‫دوهمه درجه ژبه ښکاري او پښتون دا نغواړي چه د هیواد‬
‫پاچائي له پښتون څخه پرته د بلې خټې وي‪ .‬دا ځکه چه‬
‫پښتانه دا هیواد د ځان ګڼي او نور قامونه خپل یا راغلي‬
‫میلمانه او یا کشر وروڼه ګڼي‪ .‬او که وغواړي چه له پښتنو‬
‫‪368 of 1205‬‬

‫سره ځانونه مساوي وګڼي او یا بر وګڼي‪ ،‬نو بیا دا رنګه‬


‫آرزو او تالش هیڅکله پښتنو ته د منلو نه وي‪ .‬ورته وائي‬
‫چه "خپل حد ِد وپیژنه!“‪ .‬یا ورته وائي چه "سمه ده پدې‬
‫وطن کې ئې مونږ هم منلی ئې‪ ،‬الکن که وائې چه ته مې‬
‫هموطن ئې‪ ،‬منم چه هموطن مې ئې خو خپل حد د وپیژنه!‬
‫ته نشې کولی چه ددې وطن خاوند شې! او زه هم نشم‬
‫منلی چه تا ددې هیواد خاوند وګڼم‪ ،‬ځکه چه زه پښتون‬
‫یم!“‪.‬‬
‫‪ .۲‬د پښتیو ژبه‪ :‬دا ژبه ده چه پښتانه تر خپلو منځو د‬
‫"غیر پښتنو" قام او اشخاصو په مقابل کې خصوصا َ چه‬
‫خطر په منځ کې وي سره یو ځای کوي‪ .‬مګر تر خپلو‬
‫منځو دا مختلف قامونه یو له بل څخه جال دي او هر یوه‬
‫ژبه "لهجه" د هغه قام مشخصات ټاکي‪ .‬او هر پښتون په‬
‫خپل قام تړلی دی‪ .‬او پدې ځل چه کله خبره تر خپلو منځو‬
‫او قامونو وي بیا هر پښتانه ته هغه بل پښتون قام ”پردی"‬
‫ښکاري‪ .‬مګر دننه په افغانستان کې چه کله خبره دوطن‬
‫وي‪ ،‬نو هر پښتون یو واحد پښتون دی‪ .‬داسې چه د وطن‬
‫د واکداري او واکمني په موضوع کې غیر پښتون هر قام‬
‫‪369 of 1205‬‬

‫او هر سړی چه دی‪ ،‬پښتنو ته "پردی" دی‪ .‬نغواړي چه یو‬


‫"هزاره یا عرب او یا ازبک او یا تاجک ئې پاچا وي“‪ .‬الکن‬
‫غیر له پاچائي او لدې ملړني مقام څخه که صدراعظم او‬
‫یا که وزیر د بل قام وي پښتانه ئې مني غرض ورسره‬
‫نکوي‪ .‬خو ملړۍ لوړه چوکۍ به خامخا د پښتانه وي‪.‬‬
‫‪ .۳‬پښتیو‪ :‬دا د ټولو پښتنو د وجود "وینه" ده چه هم‬
‫مثبت او هم منفي اړخونه لري‪ .‬هم مختلف یادونه او هم‬
‫مختلف تعبیرونه لري‪ .‬هم روزونکی جوهو لري او هم په یو‬
‫ورانونکی عادت آوښتی‪ .‬ځکه چه پښتانه هغه وخت خپل‬
‫پښتون ته واقعي پښتون وائي چه "پښتیو" ولري‪ .‬چه د یو‬
‫غیرت او د میړانې نوم دی‪ .‬مګر آیا په کومو موضوع ګانو‬
‫کې او د څرنګه یو ژوند او آرمان په الره کې غیرت او‬
‫میړانه؟‬
‫دا پوښتنه له خپلو ځوابونو سره یو ځای د پښتنو په‬
‫نفاق کې او د غرونو د ژوند په محیط کې ال چه اسالم ئې‬
‫منلی هم نه وو او خصوصا َ چه د هند د عقایدو پیروان هم‬
‫نه وو‪ ،‬په هماغه لیرې زمانه کې چه کله د "پښتنو"‬
‫موجودیت او بیا د پښتنو "نوم" کرار کرار په ښکاره کیدلو‬
‫‪370 of 1205‬‬

‫شو‪ ،‬نو د پښتنو د قامونو له "نوم" سره "نفاق" او تر خپلو‬


‫منځو د سختو "دښمنیو" نوم هم یو ځای ښکاره شو‪ .‬او د‬
‫پښتنو د پیژندلو سر لیک په همدغه خصلت وپیژندل شو‪.‬‬
‫دا دښمني‪ ،‬نفاق او جنګونه د ژوند په ملنه په پښتنو‬
‫کې بیرته د پښتنو له خوا د "زه" او "ځان" نقش پریښود‪.‬‬
‫چه همدا محدود شرطونه پاته شول‪ ،‬او لدې محدود ژوند‬
‫او شرطونو سره محدود "زه" وروزل شو چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬د ذهن محیط ئې هم "خپل قام" وو او په خپل قام کې‬
‫ئې "خپل کور" وو‪ .‬او په خپل کور کې ئې "خپل ځان" وو‪.‬‬
‫‪ .۲‬بله خبره د "وخت او زمان" وه‪ ،‬چه هغه هم محدود وو‪.‬‬
‫هماغه ورځ ئې لیدله چه باید له خپل دښمن څخه ځان‬
‫وساتي چه ونه وژل شي‪ .‬ځکه چه دا "بې غیرتي" وه او په‬
‫مقابل کې باید خپل دښمن ووژني‪ ،‬دا ئې "غیرت" وو‪.‬‬
‫ډیر ځله د داسې ورانونکي عادت تر څنګ په پښتنو کې د‬
‫"پښتیو" جوهر بیرته پښتانه د یو لوی خطر په مقابل کې‬
‫تر خپلو منځو سره یو موټی کړي او متفق کړي دي‪ ،‬مګر‬
‫د داسې تړونونو ملنه بیرته په هماغه زمانې او قامي‬
‫محدوده کې لنډه پاته شوې ده‪ .‬ځکه چه "زه" همیشه‬
‫‪371 of 1205‬‬

‫”محدود زه" وو او بیرته هماغسې تر دا ننه هم د "ځان"‬


‫پداسې ګټه پاته دی چه څو جانبي اعراض هم ورسره تړل‬
‫شوي دي‪:‬‬

‫‪ -‬دوستي پداسې زه کې تر هغه حده چلیږي چه کله ئې د‬


‫زه او ځان هدف سرته ورسیږي‪ .‬او همدغه د پښتنو‬
‫عمومي خوی دی چه په ډیر مصرف او په ډیر مشکل او د‬
‫ډیر وخت په تیریدلو په مشکله "دوست" کیږي‪ .‬مګر په ډیره‬
‫آساني او په یو کم حرکت‪ ،‬خصوصا َ د ژبې په زخم بیا په‬
‫هماغه لحظه کې په دښمن آوړي‪ .‬علت ئې هماغه "اوړ او‬
‫محدود زه" دی چه په خپل یو اوړ "ځان" کې ئې ساتي‪ .‬د‬
‫داسې "زه" په دننه کې انساني‪ ،‬اخالقي‪ ،‬مذهبي او هم‬
‫عقلي معیارونه یو علمي ثبات نلري‪ .‬پدې مانا چه یا د‬
‫وطن او یا د ټولنې د بهبود‪ ،‬مسئولیت او علمیت ثبات همدا‬
‫باور ئې د ژوند په لوړ آرمان آوښتی وي‪ ،‬داسې نه ده‪ .‬یا‬
‫همدا پراخه آرمان ئې بیا پراخه ژوند شوی وي‪ ،‬داسې هم‬
‫نده‪ ،‬بلکه برعکس‪ ،‬هره خبره چه آوري پدې ”ګمان" چه د‬
‫ده "زه" ته ئې پکې بد ویل شوي نه وي‪ .‬او هر کار چه‬
‫‪372 of 1205‬‬

‫ویني پدې "آرمان" چه "زه" ته ئې پکې ګټه پرته وي‪ .‬نو‬


‫طبعا َ چه دوستي او دښمني ئې همدومره او د همدې "زه‬
‫او ځان" لپاره شکل نیسي‪ .‬چه همیشه "زه" او ځان ئې‬
‫پداسې تیارو کې له ”حقیقت“ څخه زیات "په عقدو" ککړ‬
‫پاته کیږي‪ .‬او همدا زه او عقدې دي چه په کم شي ملبه ملبه‬
‫احساساتي کیږي‪ .‬د داسې "زه خودخواهي" علمي او‬
‫عقالني معیار نلري‪ ،‬چه د ځان له غوښتنو څخه د وطن د‬
‫غوښتنو په خاطر تیر شي‪ .‬همدا عقدې او نه تیریدنه ده‬
‫چه د هر پښتانه دننه کې پروت "زه" یو من دی‪ ،‬نه پاو او‬
‫نه چارک! که ګدا دی هم یو من دی‪ ،‬که شاه دی هم یو من‬
‫دی! په نتیجه کې هیڅ نغواړي چه بل پښتون ته تن‬
‫ورکړي‪.‬‬
‫‪ -‬خصوصا َ چه د "احتیاج" په دوره کې وي‪ ،‬یانې کله چه‬
‫پښتون محتاج وي او په هغه ځای کې چه "پیسې" ویني‪،‬‬
‫هغو پیسو ته ئې د الس تر رسیدلو د هر نوع چاپلوسي او‬
‫فریب استعداد لري‪ ،‬مګر کله چه یوه دقیقه مخکې هغه د‬
‫دوستي په تظاهر کې ماهر پښتون‪ ،‬یوه دقیقه وروسته‬
‫لیدل شوی دی چه پیسې ئې الس ته ورغلي دي‪ ،‬بیا د‬
‫‪373 of 1205‬‬

‫پیژندلو نه وي‪ .‬چه آیا هغه محتاج پښتون یوه دقیقه مخکې‬
‫هماغه پښتون دی چه دا اوس دی؟ چه د خدای پاماني‬
‫الس ال هم اوس نه درکوي‪ .‬دا که پیسې وي او که د‬
‫پښتانه د ځان یوه بله ګټه وي‪ ،‬تل همدا خوی لري‪ .‬د‬
‫اسالم له غوښتنې څخه ئې هم مقصد د خدای په عبادت‬
‫د خپل روح د پاکي غوښتنه نده‪ ،‬چه پدې عزم عبادت‬
‫وکړي چه ټولنه ئې له غال او له غلو او له حرامو څخه پاکه‬
‫شي‪ .‬او خپل ځان هم یو دین ته ورنژدې کړي چه وکړای‬
‫شي پکر او پام ئې د خپل اخالقي فضیلت د مقام په‬
‫جوړولو او ساتلو مشغول پاته شي‪ .‬غال او حرام یا دروغ‬
‫په ځان و نه مني‪ .‬او خپل اخالقي فضیلت ته ئې یو ذلت‬
‫وګڼي او په نتیجه کې د یو معنوي دیسپلین په پیروی‬
‫عبادت سر ته ورسوي‪ .‬او د همدې نجات بښونکې الرې‬
‫وړنګو ته خپل دین ووائي‪ ،‬نه داسې نده!‬
‫بلکه پښتنو په اسالم کې ځان لید‪ ،‬چه هغه جهاد وو‪ .‬او په‬
‫جهاد کې ئې د وژنې غیرت او عادت ژوندی کیده‪ .‬په جهاد‬
‫کې ئې د چور هر رنګه اعمال او "خپل سري" لیدله‪ .‬ځکه‬
‫چه د پښتنو مطلق اکثریت په غرونو کې لوی شوي وو او د‬
‫‪374 of 1205‬‬

‫غره د ژوند قانون "خپل سري" وه‪ ،‬چه دوی "آزادي" ورته‬
‫ویله‪ .‬د الرو نیولو آزادي‪ ،‬د همسایه په رمو د غال د پالن‬
‫آزادي‪ ،‬او بیا د غرو د ځنګلونو د وهلو آزادي‪ ،‬چه ټول دا‬
‫کارونه د "خودسري" خوی وو‪ .‬د جهاد په وخت کې به دا‬
‫ټول د خدای په قانون واووښت‪ .‬ځکه چه قاتل د قانون له‬
‫تعقیب څخه آزاد وو‪ ،‬بلکه قاتل به د مجاهد په نوم او د‬
‫غازي په لقب د احترام مقام ته رسیده‪ .‬په جهاد کې به د‬
‫غال او د حرامو ګناه په ثواب آووښتله‪ .‬داسې یو دین له‬
‫پخوا څخه او مخکې لدې چه اسالم ومني د پښتنو په‬
‫رګونو کې پروت وو او اسالم پښتنو ته طبعتا َ پردی نه وو‪.‬‬
‫خصوصا َ چه جنت هم ورسره وو او جنت له ډیرو نعمتونو‬
‫ډک وو‪.‬‬
‫د پښتنو "زه" بیرته پښتانه په یو مفت خوره ژوند هم‬
‫وتړل‪ .‬ځکه چه خبره د هغه د ځان او د هغې ورځې د‬
‫زمان په محدوده کې د تر السه شوو هغو شیانو وو چه د‬
‫دوی السونه ئې د تورې او د غیشي او بیا د ټوپکو په‬
‫نیولو مشغول ساتل‪ .‬چه غیرت همدا وو‪ ،‬توره وه‪ ،‬غشي وو‬
‫او ټوپک وو‪ .‬هیڅ څوک بهر له خپله کوره نه وتل چه دا ډیره‬
‫‪375 of 1205‬‬

‫مهمه موضوع ده‪ .‬څرنګه چه د خپل غره په کور کې خپل‬


‫دښمن ته له توپک سره ناست وو‪ ،‬نو دښمن ئې هم الس‬
‫په توپک وو‪ .‬یوازې یو مثال ئې د پکتیا ځینې سیمي دي‪،‬‬
‫چه تر ‪ ۱۹۵۰‬لسیزې ال هم څوک په پکتیا کې په یوازې‬
‫سر ‪ ۵‬کیلو متره ژوندی تللی نشوالی‪ .‬او په سلو کې ‪۹۰‬‬
‫فیصده خپله د پکتیا اوسیدونکي له خپلو کورونو بهر کار‬
‫ته وتلی نشوالی‪ .‬نو کارونه به اکثره ښځو او ماشومانو‬
‫کول‪ .‬که دا د پټي کار وو او یا د غره کار‪.‬‬
‫کله چه پښتنو خپل ځانونه غیرتي ګڼل‪ ،‬البته د دنیا په‬
‫ټولو هیوادونو کې دا عادت نشته چه یو اولس ِد "ځانو ته‬
‫بیغیرته" ووائی‪ .‬الکن ځینې معیارونه هم شته چه د غیرت‬
‫او یا د بې غیرتي سند او دلیل وي‪ .‬خو پښتنو د خپل‬
‫پرتاګه پرتوګاښ ته ال هم پام نشو‪ ،‬چه د پردي په الس‬
‫جوړ شوی وو‪ .‬پښتنو نه د خپل پرتاګه رخت او نه د خپل‬
‫الس ګوګړ او نه د خپل الس توره او هغه توپک چه خپل‬
‫دښمن ئې پرې ویشت په خپل پکر او په خپل الس او په‬
‫خپل تالش او علم جوړ کړي وو‪ .‬ټول د پردي هیوادونو وو‪،‬‬
‫مګر دوی داسې مفت خوري ته د "بې غیرتي" او بې‬
‫‪376 of 1205‬‬

‫همتي نوم نه ورکاوو‪ .‬او ال اوس هم په یویشتمه پیړۍ کې‬


‫همداسې دي کوم چه نن په افغانانو یادیږي‪.‬‬
‫نو د پښتنو د قام پیژندلو ته باید دوام ورکړو چه‬
‫وروسته له هغه څخه به "فارسي ژبي" ال بهتره وپیژندلی‬
‫شو‪.‬‬

‫د برو پښتنو ډیره مهمه او ټاکونکې برخه په سټه کې‬


‫په دو غټو برخو ویشل کیږي‪:‬‬
‫الف ‪ -‬غلجي پښتانه‬
‫ب ‪ -‬ابدالي پښتانه‬
‫دا هغه دوه برخې دي چه د افغانستان په خاوره کې‬
‫ال هغه وخت ښکاره شول چه ال د افغانستان په نوم کوم‬
‫مستقل هیواد جوړ شوی نه وو‪ .‬که څه هم په افغانستان‬
‫کې د پښتنو ډیر نور قامونه هم شته دي‪ ،‬مګر کله چه‬
‫خبره د تاریخ په منځ کې ده نو ملړی د "غلج یا خلج یا‬
‫کاالچ یا غرزي او یا د غلزائی" په نوم قام د سلطان‬
‫محمود په زمانه کې او بیا دده په پوځ کې هم په‬
‫افغانستان کې د ننه او هم بیا د غورشاهانو د واکمني په‬
‫اوږدې مودې کې همدا غلجي پښتانه په هند کې ښکاره‬
‫‪377 of 1205‬‬

‫شول او وپیژندل شول‪ .‬چه د غلجیانو "لودي" قام او هم د‬


‫غور "سوري" پښتنو په هند کې تخت وګاټه‪ .‬دا چه دوی د‬
‫څومره مودې لپاره سلطنت وکړ دا فعالً زموږ موضوع نده‪.‬‬

‫د ننه په افغانستان کې چه کله "ابدالي احمدخان" د‬


‫افغانستان په نوم یو هیواد "‪۱۷۴۷‬م" کال کې اعالن کړ‪،‬‬
‫دا د ابدالي پښتنو یو مخکښ ګام وو‪ .‬چه د نورو پښتنو له‬
‫قامونو څخه پیشقدمه شو او ځان ئې په افغانستان کې‬
‫وپیژاند‪ .‬او مخکې له ابدال احمد شاه څخه په کال‬
‫‪۱۷۰۷‬م کې د غلجي پښتنو د "هوتک" له قام څخه‬
‫"میرویس هوتک" هم واکمني تر السه کړې وه‪ ،‬چه بیا‬
‫ابدالي پښتانه مخکې شول او ورسره "احمد شاه ابدالي"‬
‫د خپل قام نوم له "ابدالي" څخه په " ُدراني" واړاوو‪ .‬علت‬
‫ئې د "کوه نور املاس" وو‪ ،‬چه دا غمی یا نګین "نادرشاه‬
‫افشار" له ډهلي څخه ایران ته له نورې خزانې او ثروت‬
‫سره راووړ‪ .‬چه د نادر افشار په پوځ کې "ابدالي احمد‬
‫خان " یو عسکر وو‪ ،‬چه نوکر به ئې هم ورته ویل‪ .‬مګر کله‬
‫چه نادر افشار په ایران کې د یوې دسیسې قرباني شو‪،‬‬
‫‪378 of 1205‬‬

‫نو ابدالي احمد خان هم د پاڅیدلي پوځي شورش په منځ‬


‫کې بند پاته وو‪ ،‬چه له هرې خوا د نادرافشار په خیمو او‬
‫ثروت باندې چور ګډ وو‪ .‬یو روایت وایي چه‪ ،‬په هماغه ګڼه‬
‫ګوڼه کې احمد خان د نادر افشار د نږدې فامیل د ساتنې‬
‫تالش کاوو‪ ،‬چه د هغه ښځې خپل د غاړې امیل په مننه‬
‫ورکړ‪ ،‬چه د کوه نور املاس هم پکې وو‪ .‬بل روایت داسې‬
‫وایي چه؛ په هماغه ګډوډی کې دا املاس د نورو جواهرتو‬
‫او ثروت سره د احمد خان په الس کې ولوید او د خپلې‬
‫ډلې سره د کندهار په لور روان شو‪ .‬چه بیا ئې د همدې‬
‫"غمي یا ُدر" له نامه څخه په خپل قام د " ُدراني" نوم‬
‫کیښود‪.‬‬

‫بیا کله چه د ابدالي قام سلطنت وګاټه‪ ،‬نو ئې د‬


‫ځان او د غلجي قام تر منځه دا تقسیمات راوستل پدې‬
‫خبره چه‪" :‬د پاچائی کارونه لوړ هوش او تدابیر غواړي‪ ،‬دا‬
‫کار به د ابدالی د قام وي‪ ،‬مګر د تورې او پوځ کار به‬
‫غلجي پښتانه مخې ته بیائي“‪ .‬په بل تعبیر "تخت د درانیو‬
‫ده‪ ،‬توره د غلجیو“‪ .‬او د افغانستان د پاچاهي واک تر‬
‫‪379 of 1205‬‬

‫‪ ۲۵۰‬کالو پورې د "دراني" پښتنو د دو قامونو په انحصار‬


‫کې پاته شوله؛‬
‫یو‪ :‬سدوزائی پښتانه‬
‫دوهم‪ :‬محمد زي پښتانه‬

‫پښتنو ته په افغانستان کې د پښتنو د اوسیدونکو سیمه‬


‫چه د هندوکش د غرونو په جنوب کې دی‪ ،‬او بیا د ټول‬
‫وطن د "ملکیت" حق ښکاري‪ .‬مګر په همدې جنوبي سیمو‬
‫کې نور ډیر پښتانه قامونه هم پراته دي چه دوی د‬
‫"کندهار د دراني پښتنو د قام" د شاهي کورنۍ د‬
‫پاچاهي الندې ئې قناعت درلود‪ .‬او هیڅکله پدې حساب‬
‫کې نشول چه تخت د نورو پښتنو قامونو سره هم په نوبت‬
‫کیږدي‪ .‬مګر دا ګنګوسي بیا وروسته وروسته په فارسي‬
‫ژبو قامونو کې پیدا شولې چه په "تاجک قام" یادیږي‪ ،‬چه‬
‫بحث به ئې وروسته راشي‪.‬‬

‫ځکه چه په هند کې ال هم د پښتنو د قام ځینې هغه‬


‫تاریخي موضوعګانې پاته دي چه کله تُرکي قام د ډهلي د‬
‫تخت په نیولو موفق شول او د "ابراهیم لودي“ ځای‪،‬‬
‫‪380 of 1205‬‬

‫ګرګاني تُرک "ظهیرالدین محمد بابر" ونیوو‪ .‬نو باید نورې‬


‫خبرې پرې وشي چه تر کال ‪۱۷۴۷‬م پورې ال هم ددې‬
‫هیواد د اوسیدونکو پیژندلو ته نژدې شو‪ .‬پدې هیله چه د‬
‫تاریخ په پاکه آینه کې نور هم خپل ځان‪ ،‬خلک او وطن‬
‫وپیژنو‪ .‬او هغه دروغجن کالي چه مونږ ته پدې هیواد کې‬
‫را آغوستل شوي دي چه زمونږ خپل ژوند او هم زمونږ‬
‫تاریخي شخصیت په پردی توب په همدې علت واووښتل‪،‬‬
‫نور له خپل ځانه وباسو‪ .‬ځکه چه دروغو افغانان هیڅکله‬
‫حقیقت ته ونه رسول‪.‬‬

‫***‬
‫‪381 of 1205‬‬

‫ظهیرالدین محمد ”بابر“‬

‫یوه ورځ زموږ د نني هیواد د پایتخت کابل د باالحصار‬


‫مخې ته له منځنۍ آسیا څخه راغلي سوار کاران ښکاره‬
‫شول چه مشر ئې یو ځوان نظامي او هم یو نازک خیاله‬
‫شاعر وو‪ .‬د خپلو ځوانو همدالنو او همکارانو له خوا په‬
‫شجاعت او په جنګي مهارت او میړانه د "ببر‪ ،‬پړانګ" لقب‬
‫ورکړل شوی وو چه په خټه تُرک او په قام ګرګاني او د‬
‫"فرغانې" خان زاده وو‪" .‬ظهیرالدین محمد" نومید‪.‬‬
‫دې خاورې ته نور ډیر قامونه که فاتحان او یا مهاجر‬
‫وو له ډیرو پخوا پیړیو څخه راغلي یا پکې ځینې پاته شوي‬
‫او یا بیا ترې تللي دي‪ .‬که هغه "ساماني" سلطنت وو‪ ،‬که‬
‫بیا غزنویان وو‪ ،‬که "چغانیان" وو که ”تیموریان" وو او که‬
‫مخکې مغلي پوځیان وو‪ .‬ځکه چه ددې وطن خاوره‪ ،‬غرونه‬
‫او ځمکه بې څښتنه وه‪ .‬دا اوس هم په یویشتمې پیړۍ کې‬
‫پدې وطن کې میشته شوي قامونه د هماغو لیرې زمانو له‬
‫مختلفو قامونو څخه دي‪ .‬که کوشانیان دي‪ ،‬که قرغز دي‪،‬‬
‫که قزاقان دي‪ ،‬یا یفتلیان‪ ،‬ساکان‪ ،‬پش ٔه‪ ،‬ګجر‪ ،‬ایماق‪،‬‬
‫‪382 of 1205‬‬

‫اویغور‪ ،‬ترکمن‪ ،‬ازبک‪ ،‬تاجک‪ ،‬بلوڅ‪ ،‬نورستاني‪ ،‬پښتانه‪،‬‬


‫اورمړ‪ ،‬کرالني‪ ،‬فورمولي‪ ،‬کرماشي‪ ،‬تایمني‪ ،‬غز‪ ،‬هزاره‪،‬‬
‫عرب او نور…‬

‫د ظهیرالدین محمد بابر مور د مغل د قام د "یونس‬


‫خان" نومي لور وه‪ ،‬پالر ئې "عمر شیخ میرزا" نومیده چه‬
‫د تیمور له ګنډې څخه ګرګاني ترک وو‪ .‬دری زامن ئې‬
‫درلودل چه ‪ ، ۱۰ ،۲۲‬او ‪ ۸‬کلن وو‪ .‬او په خپله عمر شیخ‬
‫میرزا په کال ‪۱۴۹۴‬م کې د جون په میاشت د یوې پیښې‬
‫له مخې مړ شو‪ .‬پدې وخت کې بابر ‪ ۲۲‬کلن وو‪ .‬په هغو‬
‫وختونو کې څوک به چه د تیمور له ګنډې څخه وو نو لقب‬
‫به ئې "میرزا" وو یانې ”میرزاده“‪ .‬او هغوی به چه د مغل‬
‫له خټې څخه وو لقب به ئې "خان" وو‪ ،‬چه بیا دا لقب په‬
‫پښتنو کې هم مګر د مغل له ژبې رواج وموند‪ .‬د "میرزا"‬
‫مانا "د میر زامن" ده چه له "امیر تیمور" څخه سر چینه‬
‫آخلي‪.‬‬
‫کله چه د تیمور له خوا نیول شوې سیمې لکه‬
‫خراسان او ترکستان وروسته له تیمور څخه د هغه په‬
‫‪383 of 1205‬‬

‫اوالدې وویشل شولې‪ ،‬نو کابل الغ بیګ میرزا ته ورسید‪.‬‬


‫فرغانه عمر شیخ میرزا ته ورسید ‪ .‬او هرات سلطان‬
‫حسین بای کره )بایقرا( ته ورسید‪ .‬او سمر قند‪ ،‬بدخشان‬
‫او حصار د نورو په برخه شو‪.‬‬
‫د تیمور د اوالدې تر خپلو منځو جنګونو بابر‬
‫پرینښود چه په فرغانه کې آرام پاته شي‪ .‬نو د کابل په لور‬
‫وخوځید‪ .‬کله چه بابر په کال "‪۱۵۰۴‬م" کابل ته راورسید‪،‬‬
‫نو په کابل کې "عبدالرزاق میرزا" حکمران وو چه د بابر د‬
‫آکا زوی وو‪ .‬او په کندهار کې "مقیم ارغون" حکمران وو‬
‫چه د بابر نژدې خپلوان وو‪ .‬نو عبدالرزاق کابل بابر ته‬
‫پریښود او پخپله کندهار ته والړ‪.‬‬
‫خبره داده چه د افغانستان په خاوره کې "کابل‪،‬‬
‫هرات او کندهار" د بابر تر راتلو پورې د "تیمور" له ګنډې‬
‫څخه پنځه نسله حکومت کړی وو‪ .‬ځکه چه "امیر تیمور" په‬
‫پنځم نسل د بابر غور نیکه وو‪.‬‬
‫بله دلچسپه خبره داده چه د بابر په شخصي‬
‫یاداشتونو کې له هغو قامونو څخه یاد آورنه شوې ده کوم‬
‫چه هغو قامونو بابر ته مالیه ورکوله او د بابر پاچاهي ئې‬
‫‪384 of 1205‬‬

‫منلې وه‪ .‬دا قامونه "ترکان‪ ،‬آیماق‪ ،‬عرب‪ ،‬سارت‪ ،‬هزاره او‬
‫پښتانه" دي‪ .‬د بابر خزانې ته ‪ ۸۰۰۰۰۰‬شاهي روپۍ‬
‫راتللې‪ .‬یو شاهي روپۍ "‪۵‬ګرامه نقره“ وه‪ .‬دا مختلف‬
‫قامونه هم په کابل کې او هم شاوخوا نژدې لیرې سیمو‬
‫کې اوسیدل چه نفوس ئې ډیر نه وو‪ .‬مګر په مقابل کې د‬
‫بابر پوځ او فامیل او وروڼو ته د زیات مصرف د منابعو‬
‫لټول د بابر په غاړه شوی وو ‪.‬نو ئې د "قالت د غلجیو په‬
‫سیمه‪ ،‬په هزاره جات او په سند" حملې پیل کړلې‪.‬‬
‫پدې وخت کې د آمو دریا او د هندوکش تر منځه‬
‫پراته والیتونه د "ازبکو" په قبضه کې ولویدل‪ ،‬چه مشر ئې‬
‫"شیبک" وو‪ .‬او په هرات کې واکمن "حسین بای کرا" په‬
‫کال ‪۱۵۰۶‬م کې بابر ته احوال واستاوو چه ورشي او‬
‫ازبکان له خپلې پلرنۍ "تیموری" سیمې څخه وباسي‪.‬‬
‫بابر هرات ته چه کله ورسید حسین بای کرا مړ شو‪ .‬او‬
‫کله چه بیرته راستون شو کابل د بابر د آکا زوی ”میرویس‬
‫میرزا" نیولی وو‪ ،‬مګر شکست ئې ورکړ‪.‬‬
‫ورپسې د ازبک د قام مشر "شیبک" هرات هم ونیوو‬
‫او بابر کندهار له "ارغون" څخه ونیوو‪ .‬مګر کله ئې چه‬
‫‪385 of 1205‬‬

‫واورید چه د ازبکو خان "شیبک" په کندهار له خپل پوځ‬


‫سره راروان دی‪ ،‬نو بابر د ازبکو زور ندرلود‪ ،‬له کابل څخه‬
‫ئې هند ته فرار وکړ‪ .‬شیبک خان کندهار ونیوو‪ ،‬مګر بیرته‬
‫د هرات په لور وخوځید او بابر هم کابل ته راستون شو‪ .‬په‬
‫همدې وخت کې ئې د "بابر میرزا" نوم ته تغیر ورکړ‪ ،‬د‬
‫”میرزا بابر" په ځای ئې د "پاچا یا پادشاه" نوم په ځان‬
‫کیښود او کندهار بیرته د "ارغون" د فامیل د غړو الس ته‬
‫ورغی ! ‪ ۱۵۰۸‬میالدي‪.‬‬
‫کله چه په هغو کلونو کې چه بابر په کابل کې ځان‬
‫پاچا اعالن کړ‪ ،‬مګر د ترکانو د لوی قام یوه برخه په ننۍ‬
‫ترکیه کې عثماني پاچایان وو‪ ،‬چه د بابر په زمانه کې یې‬
‫پاچا ”یاووز سلیم" نومید‪ .‬بل خاښ ئې ازبک وو چه مشر‬
‫ئې "شیبک" وو او دریم خاښ ئې "ترک ‪ -‬ترکمن" په ایران‬
‫واکمني چلوله چه مشر ئې "شاه اسماعیل صفوی" نومید‬
‫او په مذهب شیعه وو‪ .‬او همدې شاه اسماعیل په خپل‬
‫لوی پوځ په ازبکو یرغل ورووړ سخت جنګ ونښت چه د‬
‫جنګ په میدان کې ئې د ازبکو خان وواژه‪ .‬کال ‪۱۵۱۰‬‬
‫میالدي‪.‬‬
‫‪386 of 1205‬‬

‫له هغه وخته چه بابر کابل کې ځانته پناه پیدا کړې وه‬
‫او د پاچاهي تر اعالن پورې یوازې آرمان ئې بیرته د‬
‫منځنۍ آسیا د سیمو دوباره نیولو آرمان وو‪ ،‬چه ئې ځان‬
‫د تیمور وارث ګاڼه‪ .‬مګر خزانه ئې دومره نه وه چه دې‬
‫آرمان ته د خپل پوځ په زور ورسیږي‪ .‬بله خوا شاه‬
‫اسماعیل د ایران واکمن غوښتل چه هم لوی ترکستان‬
‫فتحه کړي او هم د شیعه مذهب په هغو سیمو کې رواج‬
‫کړي‪ .‬نو له بابر سره ئې تړون امضا کړ چه بابر بیرته‬
‫خپلې پلرنۍ سیمې له ازبکو څخه وژغوري او شاه‬
‫اسماعیل به پدې توګه د بابر له "تیموري نسل توب" څخه‬
‫ګټه پورته کوله چه د هغه په وسیله او د هغه په دوستي‬
‫خپل مقصد ته ځان ورسوي‪ .‬نو بابر ته ئې د "شیعه مذهب‬
‫د شایع کولو او پخشولو په شرط" د پوځ کومک ورکړ او‬
‫بابر وکړای شوای چه "بخارا‪ ،‬سمرقند‪ ،‬تاشکند او‬
‫فرغانه“ له ازبکانو څخه بیرته تر السه کړي او خپل‬
‫پخواني آرمان ته د شاه اسماعیل په مټ ورسید‪ .‬او په‬
‫تیموري تخت دوباره کشیناست‪ .‬کال ‪ ۱۵۱۱‬میالدي‪.‬‬
‫مګر کله چه د منځنۍ آسیا خلکو په مینه بابر هرکلی کړ‬
‫‪387 of 1205‬‬

‫الکن دوی چه "سني مذهبه" وو‪ ،‬او وئې لیدل چه بابر د‬


‫شاه اسماعیل د شیعه مذهب د تبلیغ یوه وسیله شوی ده‬
‫نو ترې ناراضه شول‪ .‬او خصوصا َ د خپلې پاچاهي په‬
‫سکو د شعیه مذهب سند او تبلیغ هم درلود‪ ،‬پدې مانا چه‬ ‫ِ‬
‫سکې په یو مخ ”ال اهلل اهلل محمد رسول اهلل ‪ -‬او بل مخ‬ ‫د ِ‬
‫یې علي ولی اهلل" وو‪ .‬د شیعه ګانو د ‪ ۱۲‬امامانو نومونه‬
‫هم لیکلي وو‪ .‬نو خلکو مخ ترې واړاوو او د ازبکو قام‬
‫بیرته له پوځ سره مخ پرې راواړاوو او سخت شکست ئې‬
‫بابر ته ورکړ او بابر بیرته کابل ته راوتښتید‪.‬‬
‫چه په همدې کلونو کې بله خوا د عثماني امپراطورۍ‬
‫سلطان "یاووزسلیم" په کال ‪۱۵۱۴‬م کې د شاه اسماعیل‬
‫پوځ په "چالدران" نومی ځای کې وزابه او د نوموړي تخت‬
‫ئې هم له ځان سره استانبول ته ویووړ‪.‬‬
‫د ترک نژاد د عثماني امپراطوري د سلطان‬
‫”یاووزسلیم" د ستراتیژی لوی پالن دا وو چه له استانبول‬
‫سره تاشکند له یوې واکمني الندې یو ځای کړي‪ .‬او د‬
‫ایران او ورسره د ترکستان حدودونه وجود ونلري‪ .‬دا د‬
‫سلطان یاووزسلیم آرمان وو‪ .‬مګر نوموړی عثماني سلطان‬
‫‪388 of 1205‬‬

‫ډیر ژر مړ شو او کله ئې چه تخت خپل زوی "قانوني‬


‫سلیمان" ته پاته شو‪ ،‬نو دې سلطان خپل پالن د منځنۍ‬
‫آسیا او ایران په ځای د غرب په لور مطرح کړ‪ .‬همدا علت‬
‫وو چه د ترکانو څلور جال واکمنۍ منځ ته را غلې‪:‬‬
‫‪ .۱‬د عثماني ترکانو امپراطوري‬
‫‪ .۲‬د ترکمن ترکانو په ایران واکمني‬
‫‪ .۳‬بیا د ګرګاني ترکانو په هند کې پاچاهي‬
‫‪ .۴‬په ترکستان کې د ازبک ترکانو واکمني‬

‫بله خوا چه بابر کابل ته راورسید نو نور ئې امید له‬


‫منځنۍ آسیا څخه شکیدلی وو‪ .‬او پدې پوه شوی وو چه‬
‫ځای ئې کابل دی او کابل ئې ډیر زیات خوښ شوی هم‬
‫وو‪ .‬بیا ئې ځانته یو قصر هم جوړ کړ چه د لوی باغ په‬
‫جوړولو یې ال هم ښکلی کړ‪ .‬نور په کابل کې آرام وو‪ .‬یو‬
‫خو ئې دوه مخالف وروڼه هم مړه شوی وو‪ ،‬دوهم دا چه د‬
‫کابل په باالحصار کې خدای زامن هم ورکړل‪ .‬دریم دا چه‬
‫د شعر او شاعري احساس ئې نور د جنګ او خشم په‬
‫پکر او پالن غلبه کړې وه‪ .‬د کابل غرونه‪ ،‬د کابل سین د‬
‫‪389 of 1205‬‬

‫کابل د غرو غرڅې او ښکار‪ ،‬د باال حصار په ملنه کې په‬


‫کایک کې ګرځیدل او ژوره مطالعه…‬
‫په خپلې مطالعې کې ئې ځانته دوه موضوع ګانې پام‬
‫آړولی‪ ،‬یو د کابلشاهانو د ‪ ۲۵۰‬کلنې دفاع میړانې‪ ،‬دوهم‬
‫د کابل او کابلستان د اوسیدونکو د پاکو عقیدو او معبدونو‬
‫د معنویت مقام‪ .‬ډیر ځله به د شیردروازې په سر د جوړ‬
‫شوي دیوال لوړې ترینې څوکې ته وخوت کوم چه "تخت‬
‫شاه" نومیده‪ .‬چه ال د بابر په وخت کې د هغه تخت شاه د‬
‫دیوالونو نښې پاته وې‪ ،‬چه اصالَ یو درۍ منزله برج وو‪ .‬او‬
‫کابلشاهانو به خپل ناوزولي میلمانه د اوړي په موسم کې‬
‫هماغه برج ته د کابل د نندارې په مقصد خیزول‪ .‬بابر ویل‬
‫چه "له متجاوزو عربي لښکرو سره په دومره مقاومت او په‬
‫پیړیو دفاعي طاقت بیا هم هغو کسانو تر سره کړ کوم چه‬
‫هغوی او زما وینه پردۍ نده‪ .‬هغوی هم د منځنۍ آسیا وو‬
‫او هغوی هم په لویه وینه ترکان وو“‪.‬‬
‫د بابر په الس کې ډیر زاړه کتابونه وو چه هوښیارې‬
‫مور ئې له فرغانې څخه همدا زاړه کورني او قامي‬
‫یاداشتونه او کاغذونه له ځان سره راوړي وو‪ .‬د بابر پاچا‬
‫‪390 of 1205‬‬

‫د باغ په جوړولو کې کومه سیمه چه ټاکل شوې وه هماغه‬


‫تاریخي زوړ ویاړلی رګ ئې درلود چه یو کابلشاه چه کله‬
‫د چهاردهي په پراخه سیمه کې د عربو متجاوز لښکرو‬
‫څخه په زرهاوو تباه کړل‪ .‬او کابلشاه د هماغو عربو مړي‬
‫په هغه ځای کې خښ کړل کوم چه بابر خپل باغ په هماغه‬
‫ځای کې جوړ کړ‪.‬‬
‫پدې وخت کې بابر ‪ ۱۰۰۰۰‬کسیزه پوځ درلود‪ ،‬چه کله‬
‫خپل قصر ته راواووښت نو پوځ ته ئې د کابل باالحصار‬
‫ورکړ چه همالته پاته شول‪ .‬په پوځ کې ئې د مغل له نژاده‬
‫هم پوځیان موجود وو‪ ،‬مګر بابر د هغوی له بې دیسپلیني‬
‫سخت ناراضه وو چه ډیر ځله به د هغوی یوه ډله د کابل‬
‫بازار ته په پټه ځانونه رسول او ځینې دکانداران به ئې‬
‫ناراحته کول‪ .‬چه بیا د کابل د دکاندارانو په شکایت بابر‬
‫هغوی ته د نوو جزاګانو دیسپلین پالن جوړ کړ او دا‬
‫شکایتونه غلي شول‪ .‬بابر به دوستانو ته ویل چه "دا‬
‫ځوانان په جنګ کې لوی شوي دي او همیشه جنګ غواړي‬
‫او په جنګ او پرخاش خوښ دي“‪.‬‬
‫‪391 of 1205‬‬

‫چه بیا په همدې ورځو کې کال ‪۱۵۰۷‬م له ډهلي څخه د‬


‫"ابراهیم لودي" له خرابې واکمني څخه شکایتونه کابل ته‬
‫هم راورسیدل‪ .‬ورپسې په هند کې له "قطب الدین آیبک"‬
‫او نورو ترکانو د واکمني له زمانو څخه پاته ترکي نژاده‬
‫قام هم بابر ته بلنه ورکړه چه ډهلي ته ورشي‪ .‬او بیا ئې‬
‫‪ ۵۰۰۰‬نفر هم د بابر له ‪ ۱۰۰۰۰‬پوځ سره یو ځای کړل او‬
‫خپل زامن ئې ورته راواستول‪ .‬الکن ابراهیم لودي ‪۱۰۰۰۰۰‬‬
‫پوځ درلود‪ .‬بل دا چه د بابر خزانه ډیره کمه وه‪ .‬دریم دا‬
‫چه په بابر پاچا کابل ګران وو‪ ،‬په کابل کې آرام وو او بابر‬
‫لیکلی وو چه‪:‬‬
‫بګردان پیاله پی در پی‬ ‫بنوش در باغ کابل می‬
‫که هم دشت است و هم دریا که هم کوه است و هم صحرا‬
‫نه ئې غوښتل چه د می د پیالې په ځای توره په الس‬
‫واخلي‪ .‬مګر بالخره دې نتیجې ته رسیدلی وو چه د ډهلي‬
‫تخت نا آرامه ده او له هغه ځایه متواتر بابر ته پیغامونه‬
‫راتلل‪ .‬نو په کوم قوت د ډهلي د نیولو په فکر کې شو‪.‬‬
‫دا معلومه نده چه بابر په سوات او باجوړ ولې لشکر‬
‫کشي وکړه‪ ،‬خو ویل کیږي چه پښتنو به د بابر په کاروان‬
‫‪392 of 1205‬‬

‫ناڅاپه حملې کولې‪ .‬نو له ډیر خونړي او سخت جنګ څخه‬


‫خبرې شوي دي‪ ،‬چه په ملړۍ برخه کې هم ذکر شول‪ .‬چه‬
‫بیا د پښتنو قوت مند قام "یوسف زیو" له بابر سره سوله‬
‫امضا کړه او د یوسف زیو د ټول قام مشر خپله لور "بي‬
‫بي مبارکه" بابر پاچا ته ورکړه‪ .‬چه د بابر پاچا په فامیل‬
‫کې په "افغاني ‪ -‬آغاچه" ونومول شوله‪ .‬او پدې توګه که‬
‫بابر په ډهلي جنګ ورووست‪ .‬نو هم ئې یو جنګیالی قام‬
‫مالتړ شوی وو او هم ئې د پوځ څټ پوشتوانه پیدا کړې وه‬
‫کال ‪۱۵۱۸‬م‪.‬‬
‫په کال ‪۱۵۲۰‬م کله چه د آکا زوی ئې او د بدخشان‬
‫حکمران "خان میرزا" په بدخشان کې مړ شو‪ ،‬نو د‬
‫بدخشان د والی په مقام ئې خپل زوی "همایون" وټاکه‪.‬‬
‫په کال ‪۱۵۲۲‬م د قندهار د نیولو نیت ئې وکړ چه واکمن‬
‫ئې شاه شجاع ارغون وو‪ .‬او هرات د شاه اسماعیل د‬
‫زوی طهماسب په ولکه کې وو‪ .‬بالخره قندهار د بابر الس‬
‫ته ورغی او خپل بل زوی "کامران" ته ئې د قندهار مقام‬
‫ورکړ‪ .‬او بابر په کندهار کې د یو غره په ډډه کې څلویښت‬
‫‪393 of 1205‬‬

‫زینې وتوګلې چه په "چهل زینه" یاد شو کله کله به ئې له‬


‫هماغه پاس ځایه د قندهار ننداره کوله‪.‬‬
‫له بابر سره رابط ډیره شوې وه‪ ،‬حتی د راجستان د‬
‫”جیپور" راجا "رانا سانګاه" هم لیکونه ورته آستولي وو‪.‬‬
‫مګر کله چه د کابل باالحصار ته د ابراهیم لودې د الهور‬
‫والې "دولت خان" او ورسره بیا د ابراهیم لودې آکا عالو‬
‫الدین لودې له ګڼ شمیر پښتنو سوارکارانو سره بابر ته‬
‫پیشنهاد وکړ چه ډهلی له یاده ونه باسې‪ .‬نو بابر د‬
‫مسئلې جدیت ته متوجه شو‪ .‬د بابر په یاداشتونو کې د‬
‫سلطان عالو الدین نوم په ”عالم خان“ ذکر شوی دی‪.‬‬

‫بالخره بابر په تاریخ د ‪۱۵۲۵ /۱۲ /۱۶‬م کال له ‪۱۲۰۰۰‬‬


‫نفرو خذمت چیانو او مامورینو او پوځیانو سره له آباسین‬
‫څخه واووښت‪ .‬او په کال ‪۱۵۲۶‬م د اپریل په ‪۱۲‬مه پاني‬
‫پت ته ورسید‪ .‬د ابراهیم لودي د پوځ د راتلو په انتظار‬
‫شو‪ .‬دې انتظار پوره تر ‪ ۸‬ورځې دوام وکړ او په آتمه ورځ‬
‫جنګ پیل شو چه په نیمه ورځ کې ختم شو‪.‬‬
‫‪394 of 1205‬‬

‫نو بابر د ډهلي سلطان شوی وو‪ .‬مګر د پښتنو له خوا‬


‫حملې د هند په مختلفو والیتونو کې پیل شولې‪ .‬چه هم په‬
‫بنګال کې پښتانه حکمرانان موجود وو او هم د هند په‬
‫شمال کې "بیهار او پُرآب" د پښتنو د فورمولي‪ ،‬سوري‪،‬‬
‫لودي‪ ،‬لوهاني "لواړني" لویو قامونو له ولکې الندې وو‪ .‬بله‬
‫خوا بابر ته احوال راورسید چه بلخ د ازبکو له خوا اشغال‬
‫شو‪.‬‬
‫پښتانه قامونه د ابراهیم لودي په وژل کیدو غوښتل چه‬
‫هر قام ځانته تخت وګټي‪ ،‬چه د لوهاني قام د مشر پوځ له‬
‫نورو پیاوړی وو‪ .‬دی د "بیهار" والی هم وو او "بهار خان‬
‫لوهاني" نومید او ځان ئې پاچا اعالن کړ‪ .‬مګر نورو‬
‫قامونو کې د مخالفت نښې ښکاره شولې‪ .‬له بهار خان‬
‫سره په پوځ کې "شیر خان سوري او زوی ئې جالل خان“‬
‫هم موجود وو‪ .‬مګر شیر خان د بابر اطاعت ومانه چه بیا‬
‫نورو پښتنو پوځي مشرانو هم همدا کار وکړ‪ .‬خو بابر‬
‫مجبور شو چه د نورو پښتنو د پوځ مخې ته خپل پوځ‬
‫وباسي او دې جنګونو ډیر وخت ونیوو‪ .‬ځکه چه که به‬
‫حمله له بنګال څخه وه او هغه حمله به ماته شوله‪ ،‬بل ځل‬
‫‪395 of 1205‬‬

‫به له شمال څخه پوځونه راښکاره شول چه ورسره ځینې‬


‫راجاګان هم جنګ ته تیاري ونیول او له ځینو راجاګانو‬
‫سره پښتانه هم یو ځای شول‪ .‬د مثال په توګه په کال‬
‫‪۱۵۲۷‬م د راجا "وانا سانګاه" له ‪ ۱۰۰۰۰۰‬پوځ او ‪۵۰۰‬‬
‫فیالنو سره د "محمود خان لودی" ‪ ۱۰۰۰۰‬سوار کاران‬
‫متحد شوي وو‪ .‬چه د پښتنو د نورو قامي مشرانو پوځي‬
‫یرغلونه په یوې غوغا آووښتي وو‪ .‬اکثرو به شکست وکړ‬
‫مګر بیا به بیا له بل ځای نه د ډهلي نژدې سیمو کې به له‬
‫پوځ سره ښکاره شول‪ .‬مګر د هند دننه د بابر ډیرو‬
‫مخالفینو په هغه جنګ حساب کاوو کوم چه د "آګرې"‬
‫سیمې ته نژدې راجا "رانا سنګا" ‪ ۱۰۰۰۰۰‬کسیزه پوځ د‬
‫محمود خان لودی له ‪ ۱۰۰۰۰‬سوارکارپوځ سره یو ځای د‬
‫بابر د ‪ ۱۲۰۰۰‬کسیزه پوځ مخې ته په جنګ ودریدل‪ .‬دا‬
‫جنګ په واقعیت کې د بابر په هند کې د ژوند او مرګ په‬
‫فال نیول شوی وو او ټولې سترګې د آګرې غرب ته په ‪۸۰‬‬
‫کیلو متری کې پروت د "کانوا" نومی ځای د جنګ میدان‬
‫ته نیول شوې وې‪ .‬د مارچ شپاړسمه کال ‪۱۵۲۷‬م‪.‬‬
‫‪396 of 1205‬‬

‫پدې مقدرات ټاکونکي جنګ کې اصلي موضوع له‬


‫جنګ نه زیات د یو قام په دننه کې پروت هم شعور او هم‬
‫یو تاریخ دی‪ ،‬چه کله د ژوند ټاکونکي مرحله او عزم وي نو‬
‫د یو اتفاق سبب ګرزي‪ .‬بابر د خپل پوځ په افرادو کې‬
‫همدا تاریخي شعور لید چه ټول د "ترک" په نوم راټول وو‪.‬‬
‫او اصلي مقصد همدا د اتفاق خبره ده‪ ،‬مګر د اتفاق‬
‫تعریف او تعبیر یو ژور مفهوم لري پدې مانا چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬یو هغه اتفاق دی چه د یو معین وخت لپاره وي او کله‬
‫چه هماغه وخت او شرطونه تیر شي نو اتفاق هم له منځه‬
‫ځي‪.‬‬
‫‪ .۲‬بل اتفاق "تاریخي اتفاق" دی چه نسل په نسل دوام‬
‫لري‪ .‬په ترکانو کې دا رنګه تارېخي اتفاق د "وینې"‬
‫اتفاق وو‪ .‬او هم لوی "توران" له ډیر پخوا زمانې څخه په‬
‫یوې افسانې تړل شوي وو‪ ،‬چه دا د ټول توراني قام‬
‫مشترکه افسانه وه‪ .‬چه د یو رهبر "افراسیاب" له خوا له‬
‫ایران سره په جنګ کې رهبری شوی واحد قام وو‪ .‬او د‬
‫دې سبب شو چه دا "تاریخي اتفاق" د ترکانو په وینه او‬
‫شعور کې نسل په نسل انتقال شي‪ .‬او کله چه د ژوند‬
‫‪397 of 1205‬‬

‫مقدرات ټاکونکی تصمیم او د عزم وخت راورسیږي‪ ،‬نو‬


‫پداسې حساسو شیبو کې ځان ښکاره کړي‪ .‬لکه څرنګه‬
‫چه د مارچ په ‪۱۶‬مه کال ‪۱۵۲۷‬م د " کانوا " د جنګ میدان‬
‫دهمداسې فیصلې شاهد وو‪ .‬چه یوه خوا ‪ ۱۰۰۰۰‬عسکر‬
‫او په مقابل کې ‪ ۱۱۰۰۰۰‬پوځ مخامخ شوی وو‪ .‬او دا بابر‬
‫وو چه جنګ ئې ګټلی وو‪ .‬مانا دا چه د "کانوا" د جنګ په‬
‫میدان کې‪:‬‬
‫‪ .۱‬د اسالم او د جهاد خرافاتي جذبه نه وه‬
‫‪ .۲‬بلکه د ترک د قام د کامیابي فیصله وه‬
‫خصوصا َ چه هم پښتانه او هم هندي راجاګانو د بابر په‬
‫مخالفت ډیر ځله السونه سره یو کړي وو‪.‬‬

‫مګر اصلي مقصد د پښتنو د نفاق د موضوع مطالعه ده‬


‫چه پښتنو ته اتفاق یوه پردۍ کلیمه وه چه قامي تاریخ ئې‬
‫ندرلود‪ .‬او دا یو واقعیت وو چه د پښتنو اتفاق د قام په‬
‫دننه کې مایه شوی نه وو‪ .‬په نتیجه کې پایه داره نه وو‬
‫ځکه چه تاریخي ریښې ئې ندرلودلې‪ .‬نو هیڅکله هم د‬
‫اتفاق واقعي تعبیر خپل تاریخي تعریف د پښتنو په قام‬
‫‪398 of 1205‬‬

‫کې پیدا نکړ‪ ،‬بلکه برعکس بنیاد ئې په نفاق آباد شوی وو‪.‬‬
‫او هر نفاق د همداسې علت یو معلول دی چه ال تر ننه‬
‫دوام لري او د څو ورځو په اتفاق تکیه کیدلی نشي‪ ،‬چه‬
‫تجربو د همداسې واقعیتونو شاهدي تل بیان کړې ده‪.‬‬
‫مګر کله چه پښتانه د عربي جهاد په غږ ډیر ژر راټول‬
‫شوي دي‪ ،‬دا رنګه راټولیدل ددوی په قامي‪ ،‬اخالقي او په‬
‫وطني ضرر تمام شوی دي‪:‬‬
‫‪ .۱‬د وژلو‪ ،‬د جرم او تجاوز په آرمان اتفاق‬
‫‪ .۲‬د آبادي په ځای د وراني‪ ،‬د چور او غال اتفاق‬

‫دا کومه ساده خبره نده ځکه چه د ورانونکي منفي ذهن او‬
‫ورانونکي تمایل حاکمیت بالخره په همدې مسیر کې په‬
‫شیطاني استعداد آوړي او ژوند ورسره په هر اړخ کې‬
‫عمالَ تړل کیږي‪ .‬او هغه بد عاقبت چه لري هغه دادی چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬نور مونږ معنا َ د وران شوي روح سره مخامخ یاستو‪،‬‬
‫چه د فضیلت او صداقت دښمن دی‪ .‬لکه څرنګه چه اتفاق‬
‫د نفاق ناروغی له منځه وړي‪ ،‬نو ناروغ روح هم معنا َ په‬
‫زوال کې دی‪ ،‬چه خپلې بقا ته ئې د اتفاق او د شرف‬
‫‪399 of 1205‬‬

‫اخالقي وړنګې‪ ،‬او اخالقي غږ او د منلو او منل شوي‬


‫حقیقت هر رنګه ګام یو پردی ګام دی‪ .‬او پردی نه منل‬
‫کیږي‪.‬‬
‫‪ .۲‬پداسې سرچپه ذهن بیا هیڅکله د تحصیل او مسلک‬
‫او یا د روشنفکري په عنوان انساني تالش کوم پاک اثر‬
‫نلري‪ .‬او همدغه واقعیت وو چه د افغانستان هیواد له‬
‫روشنفکرانو ضرر ولید‪ .‬چه روحا َ د روشن ضمیري وړنګې‬
‫پکې پیدا نشولې‪ .‬په نتیجه کې تحصیل او مسلک د سر‬
‫چپه ذهن خوراک وګرزید او په ال زیات نفاق واووښت‪ .‬چه‬
‫د آبادي په ځای د ورانونکي استعداد شیطاني الره‬
‫همداسې ژوند درلود او د همداسې ژوند په غوښتنې پاته‬
‫شول‪ .‬که افغانانو وطن درلود‪ ،‬مګر اتفاق ئې ندرلود‪ .‬چه‬
‫نتیجه یې نفاق وه او له نفاق څخه وطن ته ضرر ورسید‪.‬‬
‫ځکه چه آباد نشو‪ ،‬بلکه نفاق ال هم وران کړ چه افغانانو په‬
‫ورانولو کې یو ورانونکی اتفاق درلود‪ .‬کوم چه دا د وران‬
‫شوي روح مطالعه ده او له همدې مطالعې څخه ده چه د‬
‫افغانانو ژوند او تاریخ کوم فخر نلري‪ .‬که مخکې له هغه‬
‫چه د افغانستان په نوم وطن جوړ شي او د افغانانو په‬
‫‪400 of 1205‬‬

‫نوم شهرت ولري او که یا وروسته له هغه په هند کې وو او‬


‫یا که دا اوس په یویشتمه پیړۍ کې دي کوم فرق نلري‪.‬‬
‫ځکه چه که ډیرې پیړۍ تیرې هم شولې‪ ،‬او زمانې بدلې‬
‫هم شولې مګر "وران شوی روح" بدل نشو‪ ،‬جوړ نشو‬
‫هماغسې وران پاته شو او هماغسې ورانونکی پاته شو‪.‬‬
‫ځکه وو چه فخر ئې په نصیب نشو‪ .‬دا یو تاریخي او هم‬
‫اخالقي حقیقت دی‪ .‬مګر که افغانان همدا حقیقت ونه‬
‫مني هم‪ ،‬مانا ئې دا نده چه د حقیقت په نه منلو به ئې هم‬
‫فخر هم اتفاق او هم د وطن آبادي په نصیب شي‪.‬‬
‫اصلي مقصد دادی چه دا د افغانانو د پیژندلو‬
‫موضوع ده چه دوی نه خپل ځانونه په تاریخ کې وپیژندل‬
‫پدې مطلب چه ولې متفق نشول‪ ،‬او نه ئې هم د اتفاق‬
‫معنوی مفهوم او مقام ته پام شو‪ ،‬چه بیا پدې پکر شي چه‬
‫د "غلو اتفاق" او د "قاتالنو اتفاق" د انسان او د ټولنې د‬
‫اخالقي فضیلت ورانونکی اتفاق دی‪ .‬لکه څرنګه چه د‬
‫اسالم جهاد په همداسې یو اتفاق او بنیاد جوړ شو‪ ،‬خو‬
‫مسلمانان او هماغه عربي هیوادونه اخالقا َ په اتفاق‬
‫نشول‪ .‬که څه هم په اسالم پیړۍ تیرې شولې‪ ،‬الکن د‬
‫‪401 of 1205‬‬

‫پیړیو بدلون او د روحي سپیڅلتیا بدلون چه تر هغو علت‬


‫بدل شوی نه وي‪ ،‬تش د زمان په آوښتلو‪ ،‬د شپې او‬
‫ورځې په تیریدلو فرق لري‪ .‬او کله چه پوه شو چه ”پاکتوب‬
‫او پاکي" د ژوند آمانت دی چه په موږ سپارل شوی‪ ،‬مګر‬
‫که له خپله ځانه موږ افغانان پوښتنه وکړو چه آیا د خپل‬
‫روح او د خپلې میړانې پاکي مو ساتلې ده؟ ځکه چه کله‬
‫خبره د پاک روح د پاک ساتنې موضوع ده بیا وروسته له‬
‫همدې آمانت څخه به په میړانه د تاریخ د آمانت ساتلو ته‬
‫رسیدلی شو‪ ،‬چه هغه د وطن د عزت او آبادي د ساتلو‬
‫میړانه هم ده‪ .‬چه د تاریخ له آمانت سره مونږ ته سپارلی‬
‫شوی وو‪ .‬او ویالی شو چه مونږ خیانت ندی کړی کوم چه‬
‫داسې خیانت په بدترین شکل نفاق دی‪ ،‬چه زمونږ روح یې‬
‫په مونږ کې او د وطن په وړاندې بیرته چټل ساتلی دی‪ .‬د‬
‫جهاد او د اسالم د ورانونکي آرمان په لور له مونږ څخه‬
‫خپل پاک روح پردی شوی دی‪ ،‬غالم شوی او نامرد شوی‬
‫دی‪ .‬آیا داسې نده؟ دا هغه پوښتنه ده چه زمونږ خپل روح‬
‫او خپل وطن ئې له مونږ افغانانو څخه کوي‪.‬‬
‫‪402 of 1205‬‬

‫زمونږ روشنفکرانو یا پاچایانو او یا نورو ځانته مشران‬


‫ویونکو تش په خوله اتفاق غوښت‪ .‬ناخبره لدې چه مونږ‬
‫اتفاق ته آیا له کوم ځای څخه رسیدلو؟ کله چه انساني‬
‫روح په دننه ځان کې زمونږ د اخالقي عبادت اصل وي نو‬
‫بیا په همداسې یوې معنوي فضا او فضیلت کې ټولنه په‬
‫”روحي پاکتوب" له ژوند او وطن سره تړل کیږي‪ .‬چه که‬
‫هغه فرد د هر قام هم وي مګر دا رنګه بیل بیل قامونه په‬
‫مشترک پاک روح راټول وي‪ .‬دادی واقعي او انساني‬
‫اتفاق چه وطن پداسې یو اخالقي وجدان آبادي او عزت ته‬
‫رسیدلی شي‪ .‬نو بیا د فخر تاریخ هم ترې پاته کیږي او په‬
‫فخر ئې آباد وطن شاهد وي‪ .‬بیا هغه وخت دی چه وطن ته‬
‫د دروغو جملې نه جوړیږي‪ .‬او وطن په خوږو او دروغو‬
‫هیڅکله نه آبادیږي‪ ،‬کوم چه یو څوک چه د خپل انساني‬
‫کرامت د مقام له ساتلو سره صادق نه وي‪ .‬یا که د داسې‬
‫یو با عزته روح خاوند نه وي‪ ،‬نو بیا له وطن سره هم‬
‫هیڅکله صادق کیدلی نشي‪.‬‬
‫دا د انسان خپل شرف ته احترام دی‪ .‬نه چه وطن ولري‬
‫مګر اوسیدونکي ئې د خپل روح قدر او پاکي ونلري‪.‬‬
‫‪403 of 1205‬‬

‫او همدغه علت وو چه په افغانستان کې د دولت په نوم‬


‫مګر له غلو او له بې مسئولیته ډلو څخه یو تشکیل جوړ شو‬
‫چه خلکو آزار ترې ولید‪ .‬او بیا له خلکو څخه هیواد عذاب‬
‫ولید‪ .‬نتیجه داوه چه د پیړیو په اوږدو کې ددې هیواد‬
‫اوسیدونکی هر ننی ظالم له پروني ظالم څخه ظاملتره‬
‫وخوت‪ .‬لکه څرنګه چه د افغانستان د هیواد پایتخت‬
‫وروسته له ‪ ۲۵۰‬کالو‪ ،‬چه کله د شلمې پیړۍ د پای کلونه‬
‫وو او شلمه پیړۍ پای ته رسیدلې وه‪ ،‬د افغانانو له خوا‬
‫وران او چور شو او بیا په کنډواله واووښت‪ .‬ورانونکي یې‬
‫هغه کسان وو چه د همدې هیواد وو‪ ،‬پردي نه وو‪ .‬دا هغه‬
‫اوسیدونکي وو چه په "افغانانو" یادیدل‪ .‬او د هیواد نوم‬
‫ئې هم افغانستان وو‪ .‬او دوی ځانو ته واقعی مسلمانان‬
‫ویل‪ .‬او دوی ته د "افغانستان مظلوم خلک" ویل کیدل‪.‬‬

‫***‬
‫‪404 of 1205‬‬

‫د افغانستان په نوم د یو هیواد د جوړیدلو په لور‬


‫‪-‬ب‪-‬‬

‫تر هغه وخته چه د افغانستان په نوم یو هیواد اعالن شوی‬


‫نه وو‪ ،‬د نني افغانستان د سیمو او د خلکو مقدرات تر‬
‫هغه وخته په یو "خاموش اطاعت" کې پاته له تصویر څخه‬
‫عبارت وو‪ .‬چه خلکو ئې د خپلې خودي او واکمني په‬
‫منظور د غوښتنې کوم ملي روحیه ندرلودله‪ .‬او نه هم د‬
‫افغانستان جغرافیاوي موقعیت ته لداسې مشخصاتو کتل‬
‫کیدل‪ ،‬چه د یوې مهمې اقتصادي سیمې په توګه وپیژندل‬
‫شي‪ .‬بلکه همیشه د منځنۍ آسیا او د هند په منځ کې‬
‫مواصالتي الره پاته شوله‪ .‬او همدغه علت وو چه یوازې د‬
‫کندهار او د هرات ښارونه بیا د هند او ایران د تجارت د‬
‫الرې په سر په خپل همدې موقعیت او په هماغه مقصد د‬
‫هند او د ایران واکمنانو ته اهمیت درلود او حساب پرې‬
‫کیده‪.‬‬
‫د هندوکش له غرونو ها خوا تر آمو دریا پورې پرتې‬
‫سیمې‪ ،‬په تاریخي مختلفو مرحلو کې د "ترکستان" په‬
‫‪405 of 1205‬‬

‫سیاسي ساحه کې پاته وه‪ .‬چه کله له لوی ترکستان سره‪،‬‬


‫شرقي ترکستان په تاریخ کې دوه مهم نومونه وو‪ .‬بیا‬
‫وروسته وروسته د "افغاني ترکستان" د نوم غږ هم‬
‫واوریدل شو‪ ،‬چه نني پنځه والیتونه پکې له "میمنې څخه‬
‫تر بدخشانه" راتلل‪ .‬او کله چه "بابر پاچا" ډهلی ونیوو او‬
‫چه له یوې خوا ئې له پښتنو واکمنانو سره په هند کې په‬
‫جنګونو شپې ورځې تیرولې‪ ،‬بله خوا احوال ورغی چه‬
‫اُزبکو بیا بلخ ونیوو‪ .‬مانا داده چه بابر پاچا د هندوکش د‬
‫غرونو او د آمو دریا تر منځه پرته لویه سیمه د ځان پدې‬
‫خاطر ګڼله چه دا سیمه هم د لوی ترکستان هغه برخه وه‬
‫چه د بابر غور نیکه "امیر تیمور" له چنګیزي قوتونو پاکه‬
‫کړې او ګټلی ئی وه‪ .‬مګر ال چه بابر په فرغانه کې وو او له‬
‫اکاګانو او آکا له زامنو سره ئې د ترکستان د نیولو په سر‬
‫جنګونه وو‪ ،‬مګر یو نوی قوت پیدا شو چه "اُزبک" وو چه‬
‫ځان ئې په یو پوځي طاقت او قدرت ښکاره کړ‪.‬‬
‫بله خوا د هندوکش د غره په جنوبي لیرې نژدې‬
‫سیمو له اوسیدونکو څخه یوازې دا پښتانه وو چه له زابل‬
‫څخه بیا تر آباسین پورې پراته وو‪ .‬مګر تل د نورو له‬
‫‪406 of 1205‬‬

‫واکمني الندې او د پردیو واکمنانو د جنګي طاقت په یوه‬


‫برخه کې پاته شول‪ .‬او په همدې تاریخي مسیر کې‬
‫ښکاره شول چه پردیو ته ئې تخت او تاج ګاټه‪ .‬مګر تر‬
‫خپلو منځو ئې په ځانو کې د استقالل او د خودي باور او‬
‫د واکمني استعداد ندرلود‪ ،‬پدې علت چه په جنګ خوښ‬
‫وو‪ .‬که ئې تر خپلو منځو جنګونه کول او که ئې د نورو په‬
‫نوکري کې تجاوزو‪ ،‬چور او جنګ لید‪ ،‬نو ددوی په سترګه‬
‫ښه لګیدل‪.‬‬
‫دا پښتانه که په غور کې واکمني ته هم ورسیدل‪ ،‬مګر نور‬
‫د خپلو غرونو او د خپلې پښتنې سیمې د آبادي او د خپل‬
‫قام د اتفاق او هوساینې په پکر نه وو‪ ،‬بلکه د پښتنو په‬
‫ورکه خوښ وو‪ .‬او همدغه علت وو چه هماغو غوري واکمنو‬
‫پښتنو هم د خپل لوړو کارونو په مقام ترک نژاده کسان‬
‫وټاکل او د هغو لوړ رتبه جنراالنو په نوکري کې ئې خپل‬
‫پښتانه پریښودل‪ .‬چه دا د پښتنو د قامونو تر منځه او تر‬
‫خپلو منځو یو عمومي ډار همیشه پاته وو‪ .‬علت ئې دا وو‬
‫چه کله د یو پښتانه د قام د مشر الس ته زر او زور ورتلل‬
‫نو دا قوت ئې د قام د ښیګڼې په مقاصدو کې په کار نه‬
‫‪407 of 1205‬‬

‫آچاوو‪ ،‬بلکه برعکس خپل زر او زور ئې د خپل قامي رقیب‬


‫په ځبلو کې ښکاره کاوو‪ .‬نو یو پټ عمومي ډار د پښتنو په‬
‫تحت شعور کې له زیږیدو څخه د یوې رواني نا آرامي د‬
‫شک او تشویش په بڼه پیل کیده‪ .‬او تر مرګه ورسره همدا‬
‫رواني تشویش د هر پښتانه د خپل "زه" او "ځان" مخې‬
‫ته د نفاق او دښمني او انتقام آخستلو کندې شولې‪ ،‬چه‬
‫پکې لویدل‪ .‬زموږ مخې ته څو تاریخي سندونه پراته دي‬
‫چه د "افغان او انګریز" په ملړی او په دوهم جنګ یاد‬
‫شوي دي‪ .‬خصوصا َ د "‪۱۸۳۹‬م ‪۱۸۴۲ -‬م" کال د جهاد په‬
‫نوم د پاڅیدلي افغانانو السونو ته چه کله د انګریز له‬
‫السه په جهاد کې ټوپکې ورغلې او چه کله بیا جنګ پای‬
‫ته ورسید‪ ،‬په هغو توپکو پښتنو د خپل قامي او فامیلي او‬
‫حتی فردي دښمن د وژلو وسایل تر السه کړي وو‪ .‬کوم چه‬
‫انګریزانو دومره افغانان په جنګ کې ونه وژل لکه څومره‬
‫چه د انګریز په وسلو‪ ،‬مګر د افغانانو په السو خپل دښمن‬
‫افغانان ووژل شول‪ .‬چه حتی د قامونو تر منځه پخوانی‬
‫زوړ توازن د افغان او انګلیس له جنګ نه وروسته د‬
‫انګلیس په وسلو له منځه والړ او نوي مشران پیدا شول‪.‬‬
‫‪408 of 1205‬‬

‫همدا کانه له ‪۱۹۹۲‬م څخه تر ‪۱۹۹۶‬م کال پورې بیا هم‬


‫پیښه شوله‪ .‬ورانول او نابودول د افغانانو د پیژندلو تاریخ‬
‫دی‪ ،‬جوړول نشته‪ .‬او که چیرې بیا افغانانو خپل وطن او‬
‫دولت پیدا هم کړ او که چیرې دولت یې جوړ کړی هم وو‬
‫مګر هماغه جوړ شوي بیرته بیا خلکو وران کړل‪.‬‬

‫پښتانه به په هند کې ووینو چه کله بابر پاچا په کال‬


‫‪۱۵۲۶‬م کې د ډهلي تخت له ابراهیم لودي څخه ونیوو‪،‬‬
‫مګر څلور کاله له پښتنو سره په جنګ کې وو‪ .‬چه بیا په‬
‫کال "‪۱۵۳۰‬م ‪ "۲۵ - ۱۲ -‬مړ شو‪ .‬له ‪۱۵۳۰‬م څخه تر کال‬
‫‪۱۷۴۷‬م پورې ‪ ۲۱۷‬کاله وروسته به د افغانستان په نوم‬
‫یوهیواد جوړیده‪ .‬او تر همدې مودې پورې بیا هم د‬
‫افغانستان خاورې خپل څښنت ندرلود‪ .‬او دا به د تاریخ‬
‫لوبه وه چه دا په تجربو ښکاره کړي او ووائي چه‪" :‬د‬
‫افغانستان خاوره د افغانستان په نوم د هیواد له جوړیدو‬
‫څخه په نه جوړیدو خوښحاله وه“‪ .‬او غرونه ئې چه څومره‬
‫له خلکو تش وو‪ ،‬هومره ئې غرونه او ځنګلونه آرام وو‪ .‬او‬
‫‪409 of 1205‬‬

‫څومره ئې چه دولت ندرلود‪ ،‬هومره پکې دولتي قاتالن او‬


‫قاضیان کم وو‪.‬‬

‫د بابر پاچا ناروغي هم د هند په تودې هیواد کې مالریا وه‬


‫او هم بابر پاچا ته د "نس ناستي" ناروغي پیداشوې وه‪.‬‬
‫چه په ‪ ۴۸‬کلني ئې وواژه! پوهیدلی وو چه مړ کیږي‪ ،‬نو‬
‫ئې د کابل هیواد او غرونه یادول‪ .‬ویل به ئې چه‪" :‬که د‬
‫تُرک نوم په منځ کې نه وای‪ ،‬ما د ډهلي تخت پریښود‪ ،‬چه‬
‫مې د کابل د ماښامونو ستوري لیدلي وای‪ .‬خو له تاسو نه‬
‫زما خواهش دادی چه غواړم هډوکي مې د کابل په خاوره‬
‫کې خاورې شي“‪.‬‬
‫د بابر پاچا له مرګ نه وروسته ‪ ۲۲‬کلن مشر زوی‬
‫”همایون“ د ډهلي په تخت کشیناست چه د واکمني ملړنۍ‬
‫دوره ئې لس کاله وه‪ ،‬له ‪۱۵۳۰‬م نه تر ‪۱۵۴۰‬م پورې‪ .‬مګر‬
‫د سوري له قام څخه فرید نومی پښتون چه په "شیر شاه“‬
‫ئې شهرت وموند تخت ترې ونیوو‪ .‬او په همایون زیاتې‬
‫سختۍ راغلې چه په هند او سند او په بلوچستان کې‬
‫آواره شو‪ .‬او ډیر نژدې پوځیانو ئې هم پدومره سرګردانیو‬
‫‪410 of 1205‬‬

‫کې مخ ترې واړاوو‪ .‬او په کابل او قندهار کې وروڼو هم‬


‫کومک ورسره ونکړ‪ .‬نو له خپلو ‪ ۳۰‬فامیلي کسانو سره په‬
‫ډیر زحمت ایران ته په پناه وړلو موفق شو‪ ،‬چه د ایران‬
‫واکمن د شاه اسماعیل زوی "طهماسب" وو‪ .‬دا د ډهلي له‬
‫تخت نه د ‪ ۱۵‬کلونو د لیري والي دوره وه‪.‬‬
‫او چه کله شیرشاه سوري له څلورو کلونو واکمني وروسته‬
‫د "کالنجر" د پوځي تاڼې په نیولو مشغول وو‪ ،‬نو د باروتو‬
‫په اور آخستلو سره شیرشاه سوري هم ووژل شو‪ ،‬او زوی‬
‫ئې "جالل خان" په تخت کشیناست‪ .‬جالل خان په کال‬
‫‪۱۵۵۴‬م کې مړ شو‪ ۱۲ .‬کلن زوی ئې په تخت کشیناست‬
‫مګر آکا ئې وواژه او په ځای ئې همدا "مبارز خان" په‬
‫تخت کشیناست‪ .‬مبارز خان په پښتنو باور ندرلود‪ .‬یو‬
‫داسې سړی ئې "مشر وزیر" مقرر کړ چه د جالل خان په‬
‫واکمني کې دکاندار وو‪ .‬الکن د یو فوق العاده هوش او‬
‫جسارت په لرلو ئې پولیس مقرر کړ چه "هیمو" نومید او‬
‫التر ننه هم د هغې زمانې شهرت ئې له یاده ندی وتلی‪ .‬نو‬
‫د مبارز خان په پاچائی کې د دولت مهمې چوکۍ هندوانو‬
‫ته ورکړل شولې‪.‬‬
‫‪411 of 1205‬‬

‫دا کار پښتنو ته خصوصا َ سوری قام ته یو کفر وو‪،‬‬


‫نو پښتانه مشران مبارز خان ته پاڅیدل‪ .‬د بنګال والی‬
‫”محمد خان سوری“ له بنګال څخه‪" ،‬احمد خان سوری“‬
‫چه د پنجاب والي وو له پنجاب څخه او د آګرې والی‬
‫”ابراهیم خان سوری" په ډهلي خپل پوځونه په حرکت‬
‫راوستل‪ .‬مګر د دغو دریو مشرانو تر خپل منځو د ډهلي په‬
‫نیولو سختې جګړې پیل شولې‪ .‬ملړي ابراهیم خان ډهلی‬
‫ونیوو چه ال څو کمې شپې وتلې نه وې او غوښتل ئې چه‬
‫خپله پاچاهي اعالن کړي‪ ،‬مګر له پنجاب نه "سلطان‬
‫سکندر" په ډیره بیړه ځان ډهلي ته ورساوو او له جنګ نه‬
‫وروسته ئې ابراهیم ته په شکست ورکولو خپل ځان پاچا‬
‫اعالن کړ‪ .‬الکن دا ځل د احمد خان سوری لښکرې ډهلي‬
‫ته راورسیدلې او جنګ ونښت‪ .‬چه کله دا جنګونه تر کال‬
‫‪۱۵۵۵‬م پورې وغځیدل‪ ،‬نو د بابر پاچا زوی چه د ډهلي‬
‫حاالت څیړل په ډهلي حمله وکړه او تخت ئې له ‪ ۱۵‬کلونو‬
‫وقفې څخه بیا ونیوو او د ترک نژادو واکمني په هند کې له‬
‫یوې نیمې پیړۍ زیات دوام وموند‪.‬‬
‫‪412 of 1205‬‬

‫هغه مطلب چه د پښتنو د ذهنیت څیړنه ده هم دننه په‬


‫افغانستان کې او پخوا له هغه څخه په هند کې د‬
‫"واکمني" په فرصت کې‪ ،‬چه کله پاچا شوي‪ ،‬آیا د څرنګه‬
‫آرزوګانو اسیر وو؟‬
‫دا موضوع د شیرشاه سوري په هغو خبرو کې پوره‬
‫لیدلی شو چه کله د ډهلي واکمن وو‪ .‬نو د هغې زمانې یو‬
‫لوړ شیخ الحدیث "میر سید رفیع الدین" ته چه حج ته په‬
‫تلو کې وو‪ ،‬داسې وویل‪:‬‬
‫‪ .۱‬ما خپل سر‪ ،‬مال او اوالد د اسالم په الر کې وقف کړی‬
‫دی‪ .‬څو هدفه لرم چه ملړی هدف مې دادی چه د‬
‫هندوستان خاوره له کفارو پاکه کړم‪ .‬اوس د هغوی یو څو‬
‫لږ پوځي چوڼۍ پاته دي چه هغه به هم ونیسم‪ .‬دا کار به‬
‫ژر وشي‪.‬‬
‫‪ .۲‬دوهم هدف مې د ایران شیعه "قزلباشان" دي چه له‬
‫منځه ئې ویسم او پدې پالن کې به زه له تا څخه یو کومک‬
‫وغواړم‪ .‬هغه داده چه غواړم د عثماني امپراطورۍ سلطان‬
‫ته د واستووم‪ .‬دا ځکه چه که مونږ دواړه له دوو لورو په‬
‫ایران حمله وکړو‪ ،‬نو د قزلباش کافرانو نابودي حتمي‬
‫‪413 of 1205‬‬

‫کیږي‪ .‬او پدې توګه به د "حرمین شریفین )مکه او مدینه(”‬


‫ساتنه به زمونږ دواړو په السو کې وي او اسالم به په امن‬
‫کې وي…“‪.‬‬
‫آیا دا د کومې زمانې د جهاد د بنیاد آرمان وو چه د‬
‫پښتنو د ژوند وینه شوله؟ البته چه هر پښتانه د سلطان‬
‫محمود د جهاد الره غوښتله او پاچائي ته رسیدلي هر‬
‫پښتانه غوښتل چه "سلطان محمود" شي! د ډیرو پښتنو‬
‫قامي مشرانو خپلو زامنو ته د "سلطان محمود" د نامه په‬
‫ورکولو همدا آرمان وو‪ .‬او هم دا آرمان وو چه څرنګه د‬
‫اسالم په غالمي کې د غالمي په مسابقې کې ځان‬
‫وښئي‪.‬‬
‫په هغو زمانو کې د مکې او مدینې د اوسیدونکو او د‬
‫مکې او مدینې اسالمي مفتیانو ژوند ډیر خوار شوی وو‪.‬‬
‫چه لکه نن داسې د تیلو چینې یې ال په کار لویدلې نه وې‪.‬‬
‫د تیلو د ویستلو کار په وروسته پیړیو کې د اروپائي‬
‫تخنیک په کومک د ‪۱۹۴۰‬م نه وروسته عملي شوله‪ .‬نو د‬
‫هند مسلمان واکمنانو به زیاتې پیسې د مکې او مدینې‬
‫مفتیانو او اوسیدونکو ته پدې مقصد آستولې‪ ،‬چه پدې‬
‫‪414 of 1205‬‬

‫دنیا ئې جهاد قوت ومومي او په کافرانو غلبه وکړي‪ .‬او په‬


‫هغه بله دنیا کې د محمد رضایت او د شفاعت له الرې د‬
‫خدای له خوا جنت ته واستول شي‪ .‬که نه خو شیرشاه‬
‫سوری ته د ایران د صفوی ترکمن د قزلباشانو نه کوم‬
‫سیاسي او نه هم کوم پوځي خطر متوجه وو‪ .‬خبره دا وه‬
‫چه هر مسلمان خپل ځان د نورو عقیدو له پیروانو لوړ ګاڼه‬
‫او هغوی ته ئې په سپکو الفاظو کافران ویل‪ .‬او بیا په‬
‫"سني مذهبو" ځانونه له شیعه مذهبو‬ ‫مسلمانانو کې هم ُ‬
‫لوړ ګڼل‪ .‬لکه څرنګه چه بیا د شلمې پیړۍ په پای کې هم د‬
‫طالبانو مشر "مال عمر" د ایران د اوسیدونکو شعیه مذهب‬
‫ته د کافر خطاب وکړ‪ .‬او هم په همدې ناروغ ذهن د‬
‫”میرویس هوتکي“ زوی "شاه محمود" او هم ئې وراره‬
‫”شاه اشرف“ د ایران په خلکو او خاورې د جهاد لښکرې‬
‫وویستلې او عام قتلونه ئې سر ته ورسول‪.‬‬
‫د افغانستان خاورې ته له هند څخه ډیر حرام ثروت‬
‫راغی‪ .‬او دا بیحسابه حرام چه د جرمونو محصول وو او د‬
‫انسان وینې د ثروت په هرې سکې پرتې وې‪ ،‬په نتیجه کې‬
‫د افغانستان د خاورې اوسیدونکو ته د جنایتونو او‬
‫‪415 of 1205‬‬

‫جرمونو دین راغی‪ ،‬چه د جنت مکافات ئې درلود‪ .‬که زمونږ‬


‫خاورې او خلکو ته له هند څخه د هند د فرهنګ له پاکو‬
‫عقیدو څخه د "پاک اندیشی" اخالقي ثروت او روحي‬
‫سرمایه راغلې وای‪ ،‬مونږ افغانان به خوار شوي نه وو‪.‬‬
‫ځکه چه اخالقي جوهر هیڅکله ګدایګري ته نه رسیږي او‬
‫نه خوار کیږي‪ .‬نن هماغه غور‪ ،‬هماغه کندهار‪ ،‬هماغه زابل‬
‫او غزني آباد ندي‪ ،‬کوم چه هند ته له همدې سیمو څخه د‬
‫جنایت او انساني جرمونو د دین لښکرې والړې‪ .‬او هماغو‬
‫سیمو ته بیرته د جرم مجازات هم راغلل‪ ،‬چه نن د هماغو‬
‫جرمونو مجازات ګالي‪ ،‬خوار او وران دي‪.‬‬

‫له بلې خوا پښتنو چه کله د خدای په نوم هند ړنګاوو‪ ،‬مګر‬
‫پدې پوه نشول چه هم ئې د خدای مشفق او پاک خدائي‬
‫مفهوم او هم ئې خپل دننه اخالقي جوهر او معنویت هم‬
‫وراناوو‪ .‬او د داسې جرم او مجازات نتیجه دا وه چه‬
‫بالخره د افغانستان هیواد له خپلو "مجرم ذهنو"‬
‫اوسیدونکو څخه هم سخت عذاب ولید‪ .‬پوه نشول چه د‬
‫وطن نوم یوازې د غرونو او د سیندونو خالي نوم ندی‪ ،‬بلکه‬
‫‪416 of 1205‬‬

‫د لوړ ترین احترام له عقیدې او عبادت څخه د یو پاک‬


‫محراب مقام دی‪ .‬او دا مقام او محراب سپیڅلی دی نو د‬
‫هر عبادت او عقیدې محراب مخې ته سپیڅلې سینې‬
‫دریږي چه دا لوړ احترام تر سره کړي‪ .‬مګر افغانانو خپل‬
‫وطن ته د عبادت او احترام په سترګو ونه کتل‪ ،‬بلکه پردی‬
‫اسالم ئې پکې وملناځه‪ ،‬چه اسالم یو جنایت وو‪ ،‬ګناه وه‪،‬‬
‫او د هر رنګه اخالقي جرم ژبه وه‪ .‬د جهاد ژبه وه‪ ،‬د جنت‬
‫ژبه وه او د انسانانو په وینو لړلی یو قاتل وو اسالم ! غال‬
‫پکې وه‪ ،‬چور او چپاول ورسره وو‪ ،‬د دروغو ژبه وه اسالم !‬
‫د افغانستان په خاوره په پیړیو د اسالم د ګناهونو سیوری‬
‫پریوت‪ ،‬چه د اسالم غالمانو همدا د اسالم ګناوې عبادت‬
‫کړلې‪ .‬او په سخت مجازات دچار شول‪ .‬چه دا مجازات په‬
‫مسلمان کې د هر رنګه "انساني او اخالقي" نیک په ضد‬
‫د اسالم د منلو مجازات دی‪ .‬ځکه چه اسالم د انساني‬
‫اخالقو د هر رنګه پاکي او نیکو دښمن دی‪ ،‬چه په خپل‬
‫پیرو کې د هغه وجدان له سقوط او زوال سره مخامخ‬
‫کوي‪ .‬ځکه چه دا په انسان کې د هغه د وجداني اخالقو‬
‫ډیر سپیڅلی معنویت او نیک قوت دی‪ ،‬چه د جنت په‬
‫‪417 of 1205‬‬

‫خاطر جنایت نه تر سره کوي او اسالم ته الهي دین نه‬


‫وائي‪.‬‬
‫کله چه موږ غواړو له خپل هیواد قدر وکړو‪ ،‬نو دا په‬
‫خوږو مګر تشو شاعرانه الفاظو یا په احساساتي خبرو له‬
‫ځان غولونې بل څه ندي‪ .‬د وطن قدر هغه وخت تر سره‬
‫کیدلی شي چه د خدای او د دین په نوم د جرمونو له تیارو‬
‫څخه پاک وساتل شي‪ .‬او د اسالمي تیرور د آرمان او د‬
‫غوښتنې دعاوې پکې ونشي‪ .‬او د داسې جنایتونو د‬
‫روزنې ځاله ترې جوړه نشي‪ .‬مګر افغانانو د خپل هیواد‬
‫پاک نوم او پاک مقام او پاکه خاوره د پردي اسالم د‬
‫جنایتونو آرمان او پالنونو ته وسپارله‪ .‬دا هم شرم او هم‬
‫لویه بیغیرتي وه‪ .‬دا یو جرم وو او هر جرم مجازات لري‪ .‬دا‬
‫مجازات په مسلمانو افغانانو کې په بدترین شکل لیدل‬
‫کیږي چه هغه مجازات پدومره شرم همدا بیغیرتي ده‪.‬‬
‫واقعا َ دا د مجازات بدترین شکل دی چه همدا‬
‫مسلمان افغانان بیرته تر خپلو منځو د یو بل په هغې‬
‫خبرې باور نلري چه د ګټې خبره او موضوع په منځ کې‬
‫وي‪ .‬بیا دوی یو د بل په صداقت هم ایمان نلري‪ .‬دا پدې‬
‫‪418 of 1205‬‬

‫علت چه له مسلمانیدو څخه راهیسې تر داننه د مسلمانو‬


‫افغانانو د ټول ژوند تاریخ د اسالم په منافقت ککړ شوی‬
‫دی‪ .‬او دا د پردي اسالم د منافقت علت دی چه مسلمان‬
‫افغانان یو بل ته تن نه ورکوي‪ .‬ځکه چه د ژوند د صداقت‬
‫هم تیږه معلومه وي او هم د صداقت تله دواړه د حقیقت له‬
‫خوا منل کیږي‪ .‬او په نتیجه کې هم ښه او هم بد له یو بل‬
‫څخه بیلیږي‪ .‬مګر په منافقت کې نیک نشته‪ ،‬بلکه په‬
‫منافقت منافقان راټول وي‪ .‬له مسلمانیدو څخه راهیسې د‬
‫افغانانو د ټول ژوند تاریخ همدا منافقت دی او په هیڅ‬
‫مسلک کې صادق ندي‪ .‬او په کسمونو ئې هم هیڅکله باور‬
‫نکیږي‪.‬‬
‫دا مجازات شوي سرګردانه مخلوق همیشه دروغ وائي‬
‫او کسمونه کوي‪ .‬کله چه یې د سلطان محمود د جهاد په‬
‫زمانه کې وینو‪ ،‬او که بیا ئې په هند کې له غوریانو او له‬
‫ابدالیانو سره وینو‪ ،‬چه د پیړیو په تیریدلو ئې بیا خپل‬
‫هیواد پیدا کړ او د شلمې پیړۍ پای ته راورسید‪ .‬له‬
‫‪۱۹۹۲‬م څخه بیا تر ‪۲۰۰۱‬م پورې‪ ،‬مګر په مسلمان‬
‫افغانانو کې له اسالم نه پرته انساني هغه پکر پیدا نشو‬
‫‪419 of 1205‬‬

‫چه یا ئې خپل وطن ته او یا د لوی انسانیت تاریخ منلی‬


‫وي‪ .‬دا هغه مجازات دی چه مسلمان افغانان څرنګه له‬
‫خپل انساني روح نه د بیګانه توب دردناکه داستان‬
‫بیانوي‪ .‬چه که د ‪ ۹۰۰‬کلونو په تیر اسالمي ژوند کې ئې‬
‫تش ‪ ۹‬دقیقې په خپل انساني ژوند‪ ،‬انساني پکر ال هم نه‬
‫وي کړی‪ .‬او د خپل دننه انساني جهان ټول اخالقي‬
‫مزایاوې ئې پردي اسالم ته سپارلي وي‪ .‬نو بیا دا د یو‬
‫داسې حقیقت بیان دی چه د مسلمان افغان په دننه کې‬
‫”انسان“ ورک شوی دی‪ .‬او مسلمان افغان خپل انسان‬
‫بیرته په خپل ځان کې ورک کړی دی‪ .‬او خپل "افغان" ئې‬
‫په اسالم خرڅ کړی دی‪ .‬په نتیجه کې یوغالم او ”مسلمان‬
‫افغان ترې جوړ شو‪ ،‬نه انسان افغان“‪.‬‬
‫دا د همدې هیواد پوښتنې دي چه له خپلو‬
‫مسلمانانو څخه ئې کوي‪ ،‬چه آیا په دومره پیړیو کې له‬
‫خپل کوم انساني کارونو څخه یادونه کولی شي؟ او خپل‬
‫هیواد ته د هماغه ملي او یا انساني الس او پکر کار‬
‫ښودلی شي چه هم ئې خپل هیواد او هم ئې لوی بشریت‬
‫تائید کړي؟ آیا همدا د اسالم غالمان له اسالمیت او‬
‫‪420 of 1205‬‬

‫شریعت څخه کوم عزت ته رسیدلي دي؟ بلکه باید ومني چه‬
‫تر سلطان محمود پورې له ‪ ۹۰۰‬کلونو څخه ال زیات تر دا‬
‫ننه دا ټولې هغه پیړۍ دي چه افغانانو د اسالم په ګناوو‬
‫چټلې کړلې‪ .‬دا په واقعیت کې د ژوند موضوع ده چه د‬
‫افغانانو له السه ئې عذاب ولید او بیرته خپلو ګناوو‬
‫مجازات کړل‪ .‬کاڼه ئې کړل چه اوس د حقیقت غږ نه‬
‫اوري‪.‬‬
‫تاریخ او ژوند هم دواړه په داسې یو ځای او په‬
‫داسې یو شي شاهد شوی ندی چه په هغه ځای به د‬
‫مسلمانو افغانانو د شفقت او علم الس لګیدلی وي‪ .‬علمي‬
‫وړنګې او د اخالقي فضیلت لوړ انساني فخر ترې پاته‬
‫وي‪ .‬او ال تر اوسه هم پدې الهي حقیقت پوه شوي ندي چه‬
‫ژوند ولې عاق کړل؟‬

‫***‬
‫‪421 of 1205‬‬

‫همایون‪ ،‬اکبر او …‬

‫د افغانستان د خاورې ډیره برخه د ډهلي د ګرګاني‬


‫ترکانو د واکمنانو له ولکې الندې وه‪ .‬د بابر پاچا له زامنو‬
‫څخه "همایون" چه کله د ډهلي په تخت کشیناست نو د ده‬
‫کشر ورور "کامران" د کابل او کندهار والي وو‪ ،‬چه ‪۲۰‬‬
‫کلن وو ‪ .‬بل مرینی ‪ ۱۴‬کلن ورور ئې "عسکري" نومیده او‬
‫دریم ورور ئې ‪ ۱۱‬کلن وو‪ ،‬او د "ګلبدن" سکنی ورور وو‪.‬‬
‫”ګلبدن“ لکه خپل پالر "بابر" زبردسته لیکواله وه او‬
‫شعرونه ئې هم لیکل‪ .‬څو کتابونه ترې پاته شول چه‬
‫مشهور کتاب ئې "همایون نامه“ ده‪.‬‬
‫همایون چه کله په دوهم ځل د ډهلي تخت له "سوري‬
‫پښتنو" څخه ونیوو‪ ،‬نو یو کال وروسته په ‪۱۵۵۶‬م‪۱۸ /۱ /‬‬
‫له هغې کتابخانې له دریم پوړ څخه چه دی یې لیدو ته‬
‫ورغلی وو په کښته کیدو کې یې پښه په کالیو کې بنده‬
‫شوله او له زینې نه الندې په سر ولوید او مړ شو‪ ،‬کوم‬
‫چه دا عمارت همایون په خپل ذوق او معماري جوړه کړې‬
‫وه‪ .‬مګر تر یوې میاشتې پورې ئې مړی د خلکو له نظره‬
‫‪422 of 1205‬‬

‫پټ وساتل شو‪ .‬علت دا وو چه د همایون زوی ”اکبر“ چه‬


‫‪ ۱۳‬کلن وو او په پنجاب کې وو‪ ،‬د نوموړي تر راتلو پورې‬
‫جنازه خاورو ته ونه سپارل شوله‪.‬‬
‫پدې وخت کې هغه جنګونه چه د پښتنو د مشرانو تر‬
‫منځ ‪ ۱۵‬کاله تیر شوي وو د هند ډیرې برخې په جنګو‬
‫ورانې شوې وې‪ .‬او هم د خلکو له لوږې او فرار او عمومي‬
‫جنګ او نا آرامیو سره یو په یو وچکالۍ هم یو ځای شوې‬
‫وه چه د شدیدې قحطي نښې د هند خلک هم له پښتنو‬
‫مشرانو او هم له جنګونو د مرګ حالت ته رسولي وو‪.‬‬
‫غوښتل ئې چه د همایون له مشري الندې د ترکانو اقتدار‬
‫دوی ته د هوسائي شرطونه بیا برابر کړي‪ .‬نو د همایون له‬
‫ناڅاپي مړینې وروسته ټولو د هغه په ‪ ۱۴‬کلن زوی‪ ،‬اکبر‬
‫رضایت حاصل کړ او په خپله پاچائي ئې ومانه‪.‬‬
‫او پدې وخت کې د کابل او د غزني سیمو او په عموم‬
‫سره د هندوکش او د آباسین تر منځه د ټولو والیاتو‬
‫واکمني د اکبر د واړه ورور "عبدالحکیم" له واکمني الندې‬
‫وه‪ ،‬چه د " ُمغم خان" له نظارت الندې دولتي چارې پر مخ‬
‫بیوول کیدلې‪ .‬د بدخشان سیمه د بابر پاچا د آکا د ملسي‬
‫‪423 of 1205‬‬

‫"سلیمان میرزا" له واکمني الندې وه‪ .‬او د کندهار سیمه د‬


‫اکبر پاچا هم وکیل او هم ستر قوماندان "بایرام خان" ته‬
‫ورکړل شوې برخه وه‪ .‬او کله چه ‪ ۱۴‬کلن اکبر په پاچاهي‬
‫اعالن شو‪ ،‬نو د پوځ او د دولت د نظم او دیسپلین ټول‬
‫مهم واګي پدې حساس وخت کې "بایرام خان" په خپل‬
‫الس کې ونیولې‪ .‬چه د "پاني پت" په جنګ کې هم د‬
‫پښتنو سوري لښکرې بایرام خان ماتې کړې وې‪ .‬مګر کله‬
‫چه اکبر په تخت کشیناست "‪۱۵۵۶‬م" ال په هغو کلونو له‬
‫پښتنو سره جنګ دوام وموند او اکبر پاچا تر "‪۱۶۰۵‬م"‬
‫پورې ‪ ۴۹‬کاله پاچائې وکړه‪.‬‬
‫د اکبر پاچا چه ال نن هم په هند کې په "مغل اعظم"‬
‫شهرت لري د دولت داري ځانګړي مشخصات ال د‬
‫پاچاهي په ملړیو ورځو کې په یوې لنډې جملې د هند د‬
‫خلکو غوږو ته ورسید چه هغه غږ دا وو‪" :‬وروسته لدې به‬
‫دولت د خلکو په خذمت کې وي‪ ،‬نه چه رعیت د دولت نوکر‬
‫وي“‪.‬‬
‫اکبر پاچا د هندوانو او مسلمانانو د حق او مساوات‬
‫اعالن وکړ او د دولت په لوړو چوکیو کې ئې د لیاقت معیار‬
‫‪424 of 1205‬‬

‫وټاکه چه هندو او مسلمان دواړو ته لوړې رتبې د خذمت‬


‫کولو په مطلب ورکړل شولې‪.‬‬
‫دوهم کار ئې دا وو چه تر دې وخته چه کله پښتانه‬
‫واکمنانو واکداري کړې وه‪ ،‬نو مالیان زیات سیاسي او‬
‫اقتصادي قدرت ته رسیدلي وو‪ ،‬چه د شریعت فتواوې به‬
‫ئې په خپل سر ورکولې او د هند خلک ئې د کافرانو په نوم‬
‫له زیاتو شکنجو سره مخامخ کړي وو‪ .‬مګر اکبر پاچا په‬
‫هند کې د ټولو مذهبونو او عقیدو په شمول د اسالم تر‬
‫منځه مشترکې نقطې په نظر کې ونیولې‪ .‬چه پدې منظور‬
‫کې ئې اصلي هدف دا وو چه د دغو مختلفو ادیانو او‬
‫مذاهبو روحاني مشرانو څخه اکبر پاچا یو ګډ مجلس‬
‫جوړ کړ چه مسلمان‪ ،‬زردشتي‪ ،‬عیسوي‪ ،‬د آفتاب پرستي‪،‬‬
‫د براهمانیست‪ ،‬د بودیست د عقیدو نمایندګان به په هره‬
‫هفته کې یوه ورځ په آګره کې د جوړ شوي مخصوص‬
‫عبادت ځای په عمارت کې د اکبر پاچا په ګډون او مشري‬
‫راټولیدل‪ .‬او د مختلفو عقیدو پیروانو پام به هغو مشترکو‬
‫اهدافو ته متوجه کیده چه پروردګار ته د احترام ښودلو د‬
‫عبادت تر څنګ د انسان کرامت ته هم د پام ساتلو د ګډو‬
‫‪425 of 1205‬‬

‫عقیدو"وحدت" تر السه شي‪ .‬پدې غونډو کې به اکبر پاچا‬


‫له ټولو روحاني مشرانو څخه د عبادت خانې د خونې په‬
‫کوز ځای کې ناست وو او د هغو مشرانو خبرو او دالیلو‬
‫ته به ئې غوږ نیوو‪.‬‬
‫د اکبر پاچا د ژوند لویه برخه په هند کې د متعصبو‬
‫مسلمانانو او خصوصا َ مالیانو د دولت په کارونو کې د‬
‫بیمورده مداخلو د مخنیوي تالش وو او هم د مختلفو‬
‫عقیدو د خاوندانو تر منځه د نفاق په ځای د یو الهي‬
‫وحدت په محور د یو ځای کیدو د اتفاق مطلب وو‪ .‬اکبر‬
‫پاچا به ویل‪" :‬چه عقیده د عبادت آزادي لري‪ ،‬نه چه‬
‫سیاست ترې جوړ شي او د سیاسي زورګوئي له الرې یو‬
‫په بل د برتري ادعا رامنځ ته شي“‪ .‬بله خبره ئې دا وه چه‬
‫"زموږ نیکونو ګمان کاوو چه هر څه د زور کار دی او په‬
‫ډار آچولو هم کولی شو چه خپلې عقیدې په نورو په زور او‬
‫ډار ومنو‪ .‬او بیا خوښ اووسو چه کافران مو مسلمانان‬
‫کړل‪.‬‬
‫اکبر پاچا د ټولو عقیدو په پیروي عبادت کاوو چه د‬
‫ملر راختلو سره به ئې ملر ته د احترام په ښودلو او د‬
‫‪426 of 1205‬‬

‫زردشتیانو په عقیدې چه اور یو پاک شی دی او په همدې‬


‫سبب دا پاک د خدای یوه برخه ده‪ ،‬نو به اکبر پاچا د اور‬
‫مخې ته هم د عبادت احترام ښکاره کاوو‪ .‬او خپل زوی ئې‬
‫"شهزاده مراد" ته اجازه ورکړه چه له یو عیسوی کشیش‬
‫څخه د "انجیل" درس زده کړي‪ .‬آرزو دا وه چه "صلح کُل“‬
‫د مختلفو عقیدو لپاره اخالقي مطلب شي‪ .‬او پدې تالش‬
‫کې صمیمي پاته شو‪ .‬مګر هغه مناقشې به چه بیرته د‬
‫سني‪ ،‬حنفي‪ ،‬شافعي‬ ‫اسالم د مختلفو مذهبونو "شعیه‪ُ ،‬‬
‫او یا حنبلي" د پیروانو تر منځ د اکبر پاچا په عبادت خانه‬
‫کې د نورو عقایدو د پیروانو تر مخ رامنځ ته شولې‪ ،‬چه‬
‫حتی ډیر ځله به شپه سبا ته ورسیدله‪ ،‬مګر د دوی تر‬
‫منځه د نظر توافق په ځای کار یو بل ته تر کنځلو‬
‫ورسیدله‪ .‬او یو د بل د مذهب مشرانو ته به ئې د کفر او‬
‫کافري خطاب هم کاوو‪ .‬او فضا به په خشم او جنګ ککړه‬
‫شوله‪.‬‬
‫د هند عمومي حالت همدا وو چه د هند د خلکو په‬
‫عقیدو د مالیانو له خوا د یو فشار او تهدید تیارې پرتې‬
‫وې او د اکبر پاچا د مسلمانانو د تعصب همدې شکنجې‬
‫‪427 of 1205‬‬

‫ته پام وو‪ .‬او پدې پوهیده چه دا رانګه خشم او مرګ له‬
‫پخوا پیړیو څخه د اسالم په راتلو سره د هند خلکو او‬
‫خاورې ته یو تور تعصب راوړی وو‪ .‬او همدا مالیان د‬
‫اسالم له همداسې الرې د هر رنګه سیاسي او اقتصادي‬
‫قدرت او ثروت ته رسیدلي وو‪ .‬او پوهیدل چه د ثروت او‬
‫حتی شهرت راز چیرته دی؟ نو په اسالم ټینګ دریدل! او‬
‫دا د مالیانو د قدرت سیاسي السونه په ټول هند کې له‬
‫”خیبر“ څخه نیولې بیا تر "بنګال" پورې د جماتونو په‬
‫وسیله یوه ټینګه سیاسي سلسله وه‪ ،‬چه د اسالم خبرې‬
‫پدغو جماتونو کې یوازې او یوازې نقل کیدلې‪ .‬چه هماغه‬
‫د عربو د زمانې او ژوند زړې خبرې وې او په "نقلي" توګه‬
‫په پیړیو تکرار شوې وې او تکراریدلې‪ .‬کوم "عقلي" تفکر‬
‫او منطق پکې پیدا شوی نه وو‪ ،‬چه یو مطلق تعصب ترې‬
‫جوړ شوی وو‪ .‬او هر نوی ذهن او هم عقلي تفکر او دلیل‬
‫ئې رداوو‪ ،‬او دوی ته د منلو نه وو‪ .‬کله چه دغو مالیانو‬
‫یوازې هماغه زړې خبرې په پټو سترګو نقل کولې او بې‬
‫لدې چه خپل عقل هم پکې شریک کړي‪ ،‬نو په پټو سترګو‬
‫ئې هم تکرارولې او نوی منطق ئې کفر ګاڼه‪ .‬او اسالم ئې‬
‫‪428 of 1205‬‬

‫د نورو غیر مسلمانو کسانو د "وجدان په غصب" کې لید‪.‬‬


‫چه په هند کې همداسې په پیړیو شوي وو او زور‪ ،‬مرګ‬
‫او تهدید څخه کار آخستل شوی وو‪ .‬اکبر پاچا همدې‬
‫خشم او تعصب ته یوه اخالقي چاره لټوله‪.‬‬
‫کله چه له اکبر پاچا څخه خبرې کیږي‪ ،‬دا د اکبر‬
‫پاچا د پاچاهي له کوم پوځي قدرت څخه خبره نده‪ ،‬بلکه د‬
‫اکبر پاچا یوازینی انساني مطلب دا وو چه په لوی هند‬
‫کې د "لوی روح خاوند انسان" له کومو الرو وروزي؟‬
‫”د لوی روح خاوند انسان“ ته د رسیدلو الرې د اکبر‬
‫پاچا په پکر دوه وې‪:‬‬
‫یوه الره دا وه چه‪ :‬د مذهبي تعصب د مخنیوي په‬
‫منظور ټولې عقیدې باید د ټولو مذاهبو د پیروانو له خوا‬
‫ولوستل شي‪ .‬نو دا کار د ترجمو کار وو چه اقدام هم‬
‫وشو‪.‬‬
‫دوهمه الره دا وه چه‪ :‬په تحصیل ځایونو کې د زدکړې‬
‫مضامین او تعلیمي نساب اصالح شي او د عصر د‬
‫احتیاجاتو مطابق داسې عیار شي چه تحصیل پدې‬
‫منظور نه وي چه تش د مذهبي مناقشو په علت واوړي‪.‬‬
‫‪429 of 1205‬‬

‫بلکه له تحصیل څخه مقصد د هند د آبادولو په منظور‬


‫باید په علمي توګه په عمل کې پیاده شي‪ .‬نو اکبر پاچا د‬
‫دغو مضامینو لست وویست‪:‬‬
‫‪ .۱‬د عربي مضامینو په ځای‪ ،‬استرونومي‪.‬‬
‫‪ .۲‬ماتماتیک )ریاضيات(‬
‫‪ .۳‬طب‬
‫‪ .۴‬حکمت "فلسفه“‬
‫‪ .۵‬اخالق‬
‫‪ .۶‬حساب‬
‫‪ .۷‬کتابت‬
‫‪ .۸‬د زراعت علم‬
‫‪ .۹‬د مساحت علم‬
‫‪ .۱۰‬هندسه یا ”جیومتري“‬
‫‪ .۱۱‬رمل‬
‫‪ .۱۲‬تدبیر منزل او اقتصاد‬
‫‪ .۱۳‬سیاسي او مدني علوم‬
‫‪ .۱۴‬منطق‬
‫‪ .۱۵‬تاریخ‬
‫‪430 of 1205‬‬

‫د تعجب وړ خبره داوه چه د دې درسونو په زده کونکو‬


‫کې مسلمان ښونکي یا کم وختل او یا هیڅ نه وو‪ ،‬ځای‬
‫ئې د هند عاملانو او ښوونکو نیولی وو‪ .‬نور دا معلومه‬
‫شوې وه چه اکبر پاچا هند ته د علم له الرې د ګټور نسل‬
‫د روزلو پالن پیاده کولو ته مال تړلې وه‪ .‬او د مختلفو عقیدو‬
‫پیروان ئې په "توحید الهي" د راټولولو په اتفاق ئې هڅې‬
‫پیل کړې وې‪ .‬او د "صلح کُل" د شعار مانا ئې دا وه چه د‬
‫هر چا سره سوله او د هر چا عقیدې ته احترام‪ .‬حال دا‬
‫چه په همدې کلونو کې د اروپائی ځینو هیوادونو لکه‬
‫”پرتګال او هسپانیه" د ”انکویزیسیون" په محاکمه کې هره‬
‫ورځ په لسهاو انسانان په مرګ محکومیدل او د عقیدې له‬
‫مخې په اور کې سوزیدل‪.‬‬
‫اکبر پاچا یوه ورځ په کال ‪۱۵۶۲‬م چه کله د هند له‬
‫مشهورو شیخانو د "معین الدین چشتي" د مزار زیارت ته‬
‫رهي وو‪ ،‬نو تر هغه وخته ډیر راجاګان چه د ډهلي د نوي‬
‫اکبر پاچا له ډاره فرار ته مجبور شوي وو‪ ،‬دادی چه په‬
‫الره کې ئې احترام ته راغلي والړ وو‪ .‬اکبر پاچا هغوی ته‬
‫دا خبره وکړه چه‪" :‬زما یوازینی آرزو داده چه د انسانیت‬
‫‪431 of 1205‬‬

‫په لوی جهان کې راټول شوو ټولو انسانانو ته خذمت‬


‫وکړم‪ .‬لدې آرزو نه پرته بله آرزو نلرم"‪ .‬دا غږ ټولو‬
‫راجاګانو او د هند خلکو ته د زړه د تسلي غږ وو‪ .‬نو د‬
‫”آمبر“ راجا "بهارمال" له اکبر څخه دا خواهش وکړ چه ”د‬
‫دې آرزو په احترام نو زما آرزو هم زما د لور په واده کولو‬
‫ومنه“‪ .‬او دا واده وشو او د راجابهارمال له لور څخه د‬
‫اکبر پاچا "جهانګیر" نومی زوی وزیږید‪ .‬د اکبر پاچا‬
‫مکمل نوم "جالل الدین محمد اکبر" وو‪.‬‬
‫د اکبر پاچا د پاچاهي په موده کې د نني افغانستان‬
‫د خاورې مهم ځایونه لکه کابل‪ ،‬قندهار‪ ،‬غزني او بدخشان‬
‫د هند یوه صوبه وه او په هند تړلې وه‪ .‬مګر بلخ اکثرا َ د‬
‫اُزبکو له تعرض سره مخامخ شو‪ .‬او ډیر ځله د ازبکو په‬
‫واک کې وو‪ ،‬چه د منځنۍ آسیا لوی ترکستان هم د ازبکو‬
‫د قام په ولکې کې وو‪ .‬د ازبک قام هم چه د "توران ‪-‬‬
‫تُرک" یوه برخه وه‪ .‬نو کله چه د ترکستان د ځمکې او‬
‫سیمې واکمنان شول ځانوته ئې د "تورانیان" لقب ورکړ‪.‬‬
‫او په ایران باندې د "ترکمنستان" د ترکمنو واکمنانو ته‬
‫ئې "ایرانیان" ویل‪ ،‬چه د "شیعه د مذهب" مانا هم پکې‬
‫‪432 of 1205‬‬

‫وه‪ .‬چه عموما َ په "قزلباشانو" یادیدل‪ .‬مګر د هرات ښار تل‬


‫او همیشه د ایران یوه برخه وه او ډیر ځله به ایراني قوتونو‬
‫خپل السونه تر کندهار پورې هم وغځول‪ .‬او پدې توګه به‬
‫کندهار کله د ډهلي په واک کې پاته شو او کله به ئې بیا‬
‫له السه اووت‪ .‬ایران د خراسان د تاریخ له سترګو بلخ او‬
‫هرات ته کتل‪ ،‬پدې مانا چه هرات همیشه او کله کله‬
‫کندهار د خراسان په حدود کې شامل وو‪ .‬مګر نه لکه‬
‫هرات چه همیشه د خراسان او ایران یوه برخه وي‪.‬‬
‫او پدې وخت کې چه کابل د اکبر پاچا د ورور‬
‫”عبدالحکیم“ له واکمني الندې وو او په بدخشان هم د‬
‫تیمور له اوالدې څخه حکومت کیده چه د اکبر پاچا د‬
‫آکاګانو وارثین وو‪ ،‬نور پرته لدې د افغانستان د بل هیڅ‬
‫کوم نني والیاتو څخه خبره شوی نده چه د هغه وخت‬
‫تاریخ ئې ماخذ ولري‪.‬‬
‫د اکبر پاچا له کابل څخه د ملړۍ لیدنې تاریخ ډیر‬
‫مهم دی‪ ،‬ځکه چه په کال ‪۱۵۸۱‬م د اکبر پاچا هم دولتي‬
‫ریفورمونه او هم د مذهبي او اخالقي نوي د سولې او‬
‫دوستي شعارونو او تالشونو د یو ژور بدلون سبب شوی‬
‫‪433 of 1205‬‬

‫وو ‪ .‬ټولې عقیدې د خپل خپل عبادت او عبادت خانو آزادي‬


‫ګټلې وې‪ ،‬او د بل مذهب له تعصب او تحکم څخه په نوي‬
‫قانون دفاع شوې وې‪ .‬دا بیخي یو نوی انقالب وو‪ ،‬هم‬
‫ذهني انقالب وو او هم د نوي بنیادي اخالقي چڼ او د‬
‫صداقت امتحان وو‪ .‬ځکه چه دوه مهم اصله په عمل کې‬
‫پیاده شوي وو‪:‬‬
‫یو‪ :‬د اکبر پاچا د پکر او عقیدې دا خبره چه‬
‫موږ په انسان کې دننه دوه پټ قوتونه په حرکت‬
‫راوستلي دي یو خباثت‪ ،‬دوهم د انساني اخالقي جوهر‪.‬‬
‫دا دوه متضاد قوتونه له یو بل څخه اوس بیل شوي دي‪.‬‬
‫نشي کولی چه وروسته لدې د خدای او دین په پلمه له‬
‫تحکم څخه په نورو مګر د خپلې شخصي ګټې په منظور د‬
‫دین او خدای پرستي او د مسلماني په نوم‪ ،‬دا له پیړیو‬
‫څخه د ظلم په مقصد استعمال شوې الره‪ ،‬ومنو‪ .‬کله چه‬
‫زه د یو پاچا په صفت د رعیت لپاره د عدالت د تامینولو‬
‫مسئولیت لرم او د خدای دا امر به زه خامخا تر سره‬
‫کووم‪ .‬نو نورو ته هم اجازه نه ورکووم چه بې له کار او‬
‫‪434 of 1205‬‬

‫خلکو ته له خذمت کولو څخه په هغو حرامو سترګې پټې‬


‫کړم چه د دوی الس ته له حرامو الرو ورځي‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬دولتي اصالحات وو چه تر دې پورې والیانو او‬
‫نورو جګ پوړو مامورینو ته بیحده زیاتې ځمکې په انعام‬
‫او په معاش ورکړل شوې وې‪ .‬چه اکبر پاچا د ځمکو په‬
‫ځای د نغدو پیسو معاش مقرر کړ‪ .‬او هم ئې د والیانو او‬
‫نورو دولتي لوړ رتبه مامورینو اداري موسسو ته له مرکز‬
‫څخه ناظرین او مفتشین واستول چه د فساد او رشوت‬
‫خوري مخه ونیسي‪ .‬او لوړ رتبه مامورین د خپل معاش په‬
‫ځای له رعیت څخه د رشوت پیسې وانخلي‪ .‬او د کار‬
‫شکني په ځای عدالت او د کار صداقت ته متوجه شي‪.‬‬
‫همدا رنګه په پوځ کې د یو منظم او د اهل کار او د پوره‬
‫معاش چارې ئې سمبال کړلې‪.‬‬
‫ابوالفضل عاملی "په خپل کتاب"اکبر نامه" کې لیکي‬
‫چه اکبر پاچا به ویل "چه نور هغه کسان باید ونشي کولی‬
‫چه هم خدای او هم خلک وغولوي‪ ،‬چه په ظاهره ځانونه‬
‫پاک او ښه ښئي‪ ،‬مګر په باطن کې بد اندیشه فریبکار‬
‫دي‪.‬‬
‫‪435 of 1205‬‬

‫د جالل الدین محمد اکبر دا رنګه دعدالت او انصاف‬


‫په بنیاد والړ ریفورم په هند کې له "خیبر" څخه نیولې تر‬
‫”بنګال“ پورې ملړی د مسلمانانو له خولو غږونه پورته کړل‬
‫چه علت ئې په مسلمانانو کې تر هغه وخته په ملړي ځل د‬
‫دوی په شخصي منفعت او تعصب لګیدلی غږ وو چه د‬
‫عدالت نوي بنیاد ته ئې ټول رعیت راغوښت‪ .‬او په ملړي ځل‬
‫په کال ‪۱۵۸۰‬م د هند په شرق کې د "جوان پور“‪" ،‬محمد‬
‫یزدي" نومي مسلمان قاضي د اکبر پاچا په مقابل کې د‬
‫جهاد او د مسلمانانو د پاڅون فتوا ورکړه‪ ،‬چه جهاد ئې‬
‫”واجب“ ګاڼه‪ .‬دا "محمد یزدي" نومی په خټه پښتون او‬
‫مسلمان وو او نیکونه ئې په هند کې د سلطان محمود د‬
‫زمانې په ارتباط شهرت پیدا کړی وو‪ ،‬چه کله سلطان‬
‫محمود ملړنی جمات په هند کې د هندي یو لوی معبد له‬
‫ړنګولو وروسته د هغه معبد په ځای جوړ کړ‪ ،‬نو د هغه‬
‫جمات ملړنی مال ئې وټاکه‪ .‬دا مال د همدې محمد یزدي‬
‫هماغه د سلطان محمود د زمانې نیکه وو‪ ،‬چه نیټه ئې‬
‫‪۱۰۰۹‬م ته رسیدله‪ .‬او بیا د هند په مختلفو ځایونو کې‬
‫‪436 of 1205‬‬

‫بیحسابه ځمکې درلودلې‪ .‬هم په "بیهار" کې‪ ،‬هم په‬


‫”بنګال“ کې‪ ،‬هم د ډهلي په جنوب او شمال کې‪ .‬حتی‬
‫هغه ځمکه چه شاجهان د "جمنا" د سین په غاړه هلته د‬
‫خپلې ښځې "ممتاز محل" د مړینې په ویر "تاج محل"‬
‫جوړ کړ‪ ،‬د همدې قاضي ځمکې وې‪ .‬چه له هغو پیړیو کوم‬
‫چه پښتانه په هند کې بیا د غوریانو د واکمني په دوره کې‬
‫هم میشته شوي وو‪ .‬دوی ټول هماغسې مسلمانان پاته‬
‫شوي وو‪ ،‬مګر یوازې دومره پوهیدل چه په خټه پښتانه دي‬
‫مګر ژبې ئې هیرې کړې وې‪.‬‬
‫هر مسلمان د هند په خلکو بادار وو او دا باداري‬
‫دوی ته اسالم ورکړې وه‪ .‬د اکثرو زامن به په پوځ کې هم‬
‫وو‪ ،‬د ځمکې له خاني سره هماغو مسلمانانو په هندي‬
‫خلکو له دولتي الرو هم حکومت کاوو‪ .‬خو کله چه اکبر‬
‫پاچا د یو اخالقي نوي بنیاد غږ جګ کړ‪ ،‬ورسره د مالیانو‬
‫تر منځه په جماتونو کې په هماغو ملړیو ورځو میاشتو کې‬
‫دا ګونګوسې پیدا شولې چه ”اکبر پاچا د اسالم د جهاد‬
‫توره د کافرانو او مشرکینو له غاړو لیرې کړې ده‪ ،‬اوس‬
‫کافران او مجرمین نه وژل کیږي او اکبر پاچا د مبارک‬
‫‪437 of 1205‬‬

‫اسالم له شریعت څخه مخ آړولی“‪ .‬د عدالت او انصاف په‬


‫نوم ریفورم د دغو مالیانو او قاضیانو او حکمرانانو ګټې‬
‫ښورولې وې‪ ،‬او لکه باروت د دوی زړونه په انتقام او‬
‫عصیان ډک شوي وو‪ .‬او اوس دومره کافي وه چه یو‬
‫مسلمان چه ځانته ئې د اسالم د مبارک دین عالم وایه د‬
‫جهاد فتوا صادره کړي‪ .‬چه همداسې هم وشول او دې‬
‫باروتو اور واخیست‪.‬‬
‫له هغه وخته چه اکبر پاچا د ټولو مذاهبو د آزادي‬
‫اعالن کړی وو او په خپله ئې د ټولو عقیدو له مشرانو سره‬
‫په خصوصي عبادت خانه کې صحبتونه ترتیبول او د هرې‬
‫عقیدې د پیروانو په زړه برابر عبادتونه تر سره کول‪ ،‬له‬
‫هماغه وخته د مسلمانانو په زړونو کې کین پیدا شوی وو‪.‬‬
‫او په یو پټ تشکیل ئې د یو جهاد لپاره ځانونه چمتو کړي‬
‫وو‪ .‬چه خصوصا َ د کابل له واکمن د اکبر پاچا ورور‬
‫”عبدالحکیم“ سره ئې اړیکې ټینګې کړې وې‪ ،‬پدې تعهد‬
‫چه "راتلونکی پاچا به ته ئې چه اسالم ته د پیښ شوی‬
‫خطر مخه ونیول شي“‪.‬‬
‫‪438 of 1205‬‬

‫کله چه د سرتاسري عصیان د اور ملبې پورته شولې‪،‬‬


‫له بنګال څخه ئې تر کابل پورې لوی پاڅون د "اهلل اکبر"‬
‫په نارو وخوځید‪ .‬پدې حساسه مرحله کې د لیدلو دوه‬
‫موضوعګانې مهمې وې چه تاریخي اهمیت لري‪:‬‬
‫یوه حادثه دا وه چه؛ عبدالحکیم له کابل څخه خپل پوځ د‬
‫خیبر له غرونو واړاوو او ډیرو پښتنو پکې برخه واخستله‬
‫چه د جهاد نارې ئې ویستلې‪ .‬او کله چه له آباسین څخه‬
‫واووښتل‪ ،‬نو الهور محاصره کړل شو‪ .‬له بلې خوا له بنګال‬
‫نه د مسلمان قوماندانانو په مشرۍ لوی پوځونه چه کله د‬
‫ډهلي او آګرې په لور په حرکت راغلل‪ ،‬نو په الر کې زیات‬
‫مالیان او مسلمانان او والیان ورسره یو ځای شول‪ .‬چه دا‬
‫ټول په مطلق اکثریت هغه مسلمان پښتانه وو چه له پخوا‬
‫زمانو په هند کې وو‪.‬‬
‫دوهمه حادثه دا وه چه؛ د اکبر پاچا پام د غرب په لور‬
‫الهور ته وو‪ ،‬په دو دلیلونو چه یو دلیل ئې ورور وو چه‬
‫عصیان ئې کړی وو او اکبر ته نژدې خطر وو‪ ،‬دوهم دا‬
‫چه کابل بې له پوځه خالي پاته شوی وو او د دې احتمال‬
‫موجود وو چه د ازبکو له خوا ونیول شي‪ .‬د دې دوهمې‬
‫‪439 of 1205‬‬

‫حادثې مهم تاریخي ټکی دا وو چه د اکبر پاچا څنګ ته‬


‫پدې حساس وخت کې ټولو مهمو راجاګانو او د هند د‬
‫عقیدو روحاني مشرانو او هم "آفتاب پرستانو‪ ،‬آتش‬
‫پرستانو او حتی ځینو عیسویانو“ ځانونه په ډیر جسارت‬
‫او محبت راورسول‪ ،‬چه دې محبت ال زیات د مسلمانانو‬
‫تعصب وپاراوو‪ .‬پدې غلط تبلیغ چه ګویا اکبر پاچا کافر‬
‫شوی دی‪.‬‬
‫په همدغه کال ‪۱۵۸۰‬م کې اکبر پاچا خپلو پوځي‬
‫جنراالنو سره دا مشوره وکړه چه زه د کابل په لور حرکت‬
‫کووم خطر هلته زیات وینم او تاسې د بنګال په لور د جنګ‬
‫جبهه ونیسۍ‪ .‬همداسې هم وشول او اکبر پاچا د الهور په‬
‫لور د عبدالحکیم مقابلې ته ورووت‪ .‬له جنګ نه مخکې‬
‫عبدالحکیم بیرته د کابل په لور وخوځید او اکبر پاچا د‬
‫آباسین په غاړه تم شو‪ .‬او هلته ئې د یو لوی حصار او‬
‫چوڼۍ د جوړولو امر ورکړ‪ .‬او بیا د ‪۱۵۸۱‬م کال د آګست‬
‫په میاشت د خیبر له غرونو تیر شو‪ ،‬چه په پوځ ئې له څټ‬
‫نه مالیانو او مسلمانو پښتنو حملې کولې‪ .‬چه بیا ئې د‬
‫خیبر د درې د قام مشران راوغوښتل او پیسې ئې‬
‫‪440 of 1205‬‬

‫ورکړې‪ .‬او هغوی د اکبر پاچا په مسلماني شاهدي وویله‬


‫او بیرته ئې مخه په خپلو مالیانو راواړوله او ټول ئې د‬
‫جهاد له نارو څخه غلي کړل‪ .‬په نني جالل آباد سیمه کې‬
‫ئې د ښار جوړولو امر ورکړ چه اوس په هماغه نوم‬
‫یادیږي‪ .‬د جالل آباد نوم د نوموړي پاچا له نوم څخه چه‬
‫"جالل الدین محمد اکبر“ وو آخستل شوی‪ .‬بیا کابل ته‬
‫ورسید‪ .‬په کابل کې د خپل نیکه "بابر پاچا" په مزار ئې‬
‫خیراتونه وکړل او عبدالحکیم ئې ځان ته راوغوښت‪.‬‬
‫وروسته له نصیحت ورکولو یې عفوه کړ او درۍ شپې‬
‫وروسته بیرته ډهلي ته رهي شو‪ .‬پداسې حال کې چه د‬
‫کابل خلکو ته ئې پیسې په هر فرد او په هر کور ورکړلې‬
‫چه د خلکو شمیر له ‪ ۶‬تر ‪ ۸‬زرو حساب شوی دی‪ .‬دا د‬
‫کابل نفوس وو چه اکثره کورونه په چهلستون او للندر کې‬
‫وو او ال تر هغه وخته ډیر بودیستان هم پکې وو‪ .‬یو څو‬
‫کورونه په ”ویسل آباد“ کې هم وو‪ .‬یو څو کورونه د‬
‫آسمائي د غره په شرقي او جنوب شرقي ملنه کې وو‪.‬‬
‫بیاهم ځینې بودیستان وو‪ ،‬چه یو معبد ئې هم درلود‪ .‬او‬
‫نور خلک په خورد کابل کې اوسیدل چه ځینې کورونه د‬
‫‪441 of 1205‬‬

‫باالحصار په جنوبي ملنه کې هم پراته وو‪ .‬اکبر پاچا ته د‬


‫کابل د بازار ځینو تاجرانو عریضه وکړه چه د دوی تجاري‬
‫مالونه چه کله له ترکستان او بلخ څخه هند ته انتقال کیږي‬
‫نو د کوهستان او کوهدامن په سیمه کې په اوښانو غله‬
‫حملې کوي او مالونه ئې چور کوي‪.‬‬
‫اکبر پاچا چه کله ډهلي ته ورسید د پاڅیدلی عصیان‬
‫په ماتولو کې ئې هم له پوځ څخه کار واخیست او هم ئې‬
‫ریفورمونه او اصالحات عملي کړل‪ .‬له یوې ښځې زیات د‬
‫څو ښځو واده او نکاح ئې منعه کړ‪ ۱۶ .‬کاله ئې د ځوانانو‬
‫او ‪ ۱۴‬کاله ئې د پیغلې د واده کلونه وټاکل او د زور د‬
‫واده پر ځای ئې د ځوان او پیغلې مخامخ د واده د‬
‫رضایت قانون وویست‪ .‬د نژدې خپلوانو تر منځه ئې هم‬
‫واده منعه کړ‪ .‬د شرابو څیکل ئې د ډاکتر په اجازه وتړل‬
‫او هم ئې هغو کسانو ته سخت مجازات وضع کړل چه د‬
‫شرابو د زیاتو څکلو په علت او مستي به هغوی په کوڅو‬
‫کې خلکو ته مزاحمت جوړاوو‪ .‬هر چا ته ئې د عبادت‬
‫آزادی او د عبادت خانو د جوړولو آزادی هم ورکړه‪ .‬مطلب‬
‫د خدای پرستي الره وه چه د مختلفو عقیدو او عبادت‬
‫‪442 of 1205‬‬

‫خانو په رامنځ ته کیدو کې کوم ممانعت نه وو پروت‪ .‬ځکه‬


‫چه د خدای په باره کې د هر چا عقیده د هغو د پکر او‬
‫پوهې په اندازه خپل خپل شکل له پیړیو راهیسې نیولی‬
‫وو‪ .‬عقیده بیله وه او د دولت او سیاست کارونه بیل وو‪ .‬او‬
‫که چا د خپل شخصي ګټې لپاره له دین څخه کار آخیست‬
‫دا کار غلط کار وو‪ ،‬چه باید له دین څخه وسیله جوړه‬
‫نشي‪.‬‬
‫د اکبر پاچا د دیني اصالحاتو په هکله د هغه وخت‬
‫درۍ مهم لیکواالنو مختلف نظریات وړاندې کړي دي‪ .‬یو‬
‫لیکوال "ابوالفضل عاملي" دی‪ ،‬دوهم لیکوال "بادان ولو"‬
‫دی‪ ،‬دریم هند ته له پرتګال څخه د راغلي بحري پوځ‬
‫مشهور عیسوي کشیش "بارتولي" نومی لیکوال دی چه ”له‬
‫ستر مغول سره" په نوم ئې کتاب لیکلی او وائي چه‪ :‬د‬
‫اکبر پاچا مهم مطلب دا وو چه؛ څومره چه یو دولت باید‬
‫یو پاچا ولري‪ ،‬نو همداسې دا ډیرې عقیدې هم باید په یو‬
‫واحد مرکز او رهبري او رهبر وتړل شي‪ ،‬چه په ټولو عقیدو‬
‫کې مشترک "ښه" راټول شي‪ .‬لیکلي چه‪” :‬یوه ورځ لوی‬
‫مغل اکبر ماته وویل چه؛ آرزو لرم چه ټول په یو واحد کې‬
‫‪443 of 1205‬‬

‫راټول ووینم‪ ،‬یانې په هماغه واحد کې ټولې عقیدې ځای‬


‫ونیسي‪ .‬او پدې توګه به هر دین هم خپل استقالل ولري او‬
‫هم به په ښو کې سره له یو بل سره وتړل شي‪ .‬دا به‬
‫"توحید الهي" وي‪.‬‬
‫د اکبر پاچا په رهبري په هند کې د هند د تاریخ‬
‫همدا ځانګړې مرحله ځکه مهمه او د مطالعې وړ ده چه‪،‬‬
‫دا اکبر پاچا وو چه د خپل عصر مخکښ قوت وو‪ .‬نه چه‬
‫ووائی چه موږ له فالني هیواد څخه وروسته پاته یاستو‪،‬‬
‫بلکه بل داسې هیواد نه په آسیا کې وو او نه په اروپا کې‬
‫چه د اکبر پاچا د مدني قانون او ریفورم او بشري حقونو‬
‫او دیني آزادي او د وجدان د حق آزادي او د دولت داري‬
‫د پراخ عادل بنیاد له ګامونو څخه په مخکې وي‪ .‬او د‬
‫معارف او تعلیم په هکله د خپل عصر مخکښ متفکر‬
‫انسان وو‪ .‬د هرې عقیدې احترام ئې کړی وو او په همدې‬
‫مرحله کې له ډیرو نورو هیوادونو څخه د ډیر روحاني او‬
‫متفکرو کسانو یو مهاجرت ولیدل شو چه ډهلي ته‬
‫راورسیدل‪ .‬علت دا وو چه هره خوا زړونو ته دا غږ رسیدلی‬
‫وو چه‪:‬‬
‫‪444 of 1205‬‬

‫”هندوستان د اعتماد او د سولې مرکز دی‪ .‬او‬


‫هندوستان اوس د عدالت او شفقت وطن شوی دی“‪.‬‬
‫دا یوه ساده خبره نه وه ځکه چه کله اکبر پاچا په‬
‫تخت کشیناست په هند کې له پیړیو راهیسې دا ذهنیت او‬
‫د مسلمانانو د تعصب حاکمیت جاري وو چه په جمات کې‬
‫هره ورځ دا نارې د اسالمي تبلیغ غږونه وو چه‪" :‬هندوان‬
‫بیدینه او بې ایمانه کافران دي‪ .‬دوی ټول د جهنم د اور‬
‫دوزخیان او ملعون کافران دي‪ .‬باید یا ټول ووژل شي او‬
‫یا دا "ملیکا = چټل" له هند څخه ټول او ټول وویستل‬
‫شي“‪ .‬پدې خبرو کې د اسالم د څلورو مذهبو نومونه‬
‫ذکرکیدل‪ :‬د حنفي مذهب مشر امام اعظم له کافرانو څخه‬
‫د جزئې په آخستلو د ژوند کولو حق په همدغه شرط‬
‫ورکاوو‪ .‬او د هغو نورو مذهبونو پیروانو به ویل چه‪ :‬د‬
‫اسالم واقعي پیروان باید کافران یا ټول ووژني او یا خو‬
‫ټول اسالم ومني په منځ کې دریمه الره نشته ‪.‬‬
‫د پیړیو د داسې یو جهالت او تعصب تیارې په هند‬
‫پرتې وې‪ ،‬چه په ملړي ځل دا اکبر پاچا وو چه د ټولو عقیدو‬
‫د آزادي او یو او بل ته د احترام غږ ئې په هند کې خپور‬
‫‪445 of 1205‬‬

‫کړ‪ .‬او ورسره ئې د متعصبو مسلمانانو کین پټ په پټه د‬


‫اکبر پاچا په مقابل کې وپاراوو‪ .‬چه د عصیان لوی پوځونه‬
‫ترې جوړ شول‪ ،‬مګر اکبر پاچا په نیولي دولتي او نظامي‬
‫تدبیر ټول خاموشه کړل او په هر ځای کې شکست د‬
‫هغوی وو‪ .‬خصوصا َ په هغه ځای کې چه د "ګنګا او د‬
‫جمنا" سیندونه یو ځای کیږي‪ ،‬په هماغه نقطه کې ئې د‬
‫سولې او عدالت د عقیدې د نښې په توګه د یو ښار د‬
‫آبادولو امر ورکړ چه د دې ښار نوم ئې "اهلل آباد" کیښود‪.‬‬

‫پدې وخت کې چه هند آرام کړل شوی وو او د مالیانو د‬


‫جهاد تبلیغ خاموشه شوی وو‪ ،‬مګر د خیبر د غرونو‬
‫اوسیدونکو او الندې د ټولو پښتنو په قامونو کې خصوصا َ‬
‫د "یوسف زي" په قام کې د اکبر پاچا په ضد د جهاد او‬
‫د اسالم بیرغونه په حرکت راغلل‪ .‬چه واقعي اسالم ئې‬
‫غوښت او دا عصیان په "روښانیانو" یاد شو‪ ،‬چه جالل‬
‫الدین نومی ئې مشر وو‪ .‬دې خلکو د خیبر الرې او درې‬
‫وتړلې او تجاري کاروانونه ئې لوټول او د غلو او غدیو الر‬
‫نیونکو ډلې ډیرې شولې‪ ،‬چه د ترکستان ‪ -‬هند الرو امنیت‬
‫‪446 of 1205‬‬

‫له السه ورکړ‪ .‬اکبر پاچا پخپله کشمیر ته واووښت او د‬


‫خپل پوځ یوه برخه ئې د خیبر د الرې جوړولو ته وګمارله‪،‬‬
‫پدې پالن چه الره به د ګاډیو د تیریدلو په پراخوالي‬
‫جوړیږي‪ .‬همدا کار وشو او له روښانیانو سره جنګ دوام‬
‫وموند‪ .‬چه بیا په کال ‪۱۵۹۹‬م کې د روښانیانو مشر ووژل‬
‫شو او عصیان خاموشي ونیوله‪ .‬او د یوسف زیو قام له‬
‫فشار الندې راغی‪.‬‬
‫بله خوا عبدالحکیم په کابل کې مړ شو او بدخشان د‬
‫ازبکو د مشر "عبداهلل خان" له خوا اشغال شو‪ .‬او د‬
‫تیمور له اوالدې څخه دوه نژدې خپلوانو "شاه رخ میرزا"‬
‫او د "سلیمان میرزا" تر منځه دوامداره جنګونو د نفاق‬
‫علت همدا نتیجه درلودله‪ ،‬چه دواړه کابل ته په تیښته پناه‬
‫ویوړله‪ .‬او پدې وخت کې د عبدالحکیم په پوځ کې یوازې‬
‫”ترک او تاجک" وو‪ ،‬چه اکبر پاچا ته ئې د تسلي خبر‬
‫واستاوو‪ .‬مګر د بدخشان مسله ئې د ټول ترکستان له‬
‫ازبکو څخه د خالصولو په لوی پالن مطرح کړ‪ .‬او اکبر‬
‫پاچا امر ورکړ چه په آباسین لوی پل جوړ کړل شي‪ .‬او د‬
‫‪447 of 1205‬‬

‫خیبر د غاښي الرې باید په امنیت کې ونیول شي‪ ،‬غواړم‬


‫چه ”زابلستان" ته والړ شم چه مقصد ئې کابل وو‪.‬‬
‫بله خوا په ایران کې چه کله طهماسب واکمن په کال‬
‫" ‪۱۵۷۵‬م " کې ووژل شو‪ ،‬نو د نفاق او جنګ النجې پکې‬
‫پراخه شوې وې او هم عثماني سلطان په ایران پوځ‬
‫وویست کال ‪۱۵۷۸‬م‪ .‬او پدې وخت کې له "عبداهلل خان‬
‫ازبک" څخه اکبر پاچا ته د زاریو یو لیک له هدیو او‬
‫سفیرانو سره راغی‪ .‬او له اکبر پاچا څخه ئې د بدخشان‬
‫په هکله معذرت وغوښت‪ .‬اکبر پاچا هم عبداهلل خان ته لیک‬
‫واستاوو او د "عراق والي" څخه ئې چه مقصد ئې د ایران‬
‫پاچا وو څو خبرې ولیکلې‪ .‬او د "روم د سلطان" حملې ئې‬
‫وغندلې‪ .‬او دا نصیحت ئې ورته ولیکه چه‪" :‬د واقعي‬
‫سلطان آرزو د خپل رعیت د خذمت آرزو ده‪ ،‬نه چه د خپل‬
‫شهرت او منفعت د شخصي غوښتنو له پوښو الندې د‬
‫نورو زړونه پامال کړي“‪.‬‬
‫اکبر پاچا پوهیده چه د ازبکو د قام د ملړی خان "شیبک‬
‫خان" او د ایران د ملړي شیعه واکمن "اسماعیل" چه ځان‬
‫ئې د اسالم د پیغمبر له اوالدې څخه ګاڼه‪ ،‬له هماغه وخت‬
‫‪448 of 1205‬‬

‫راهیسې دښمني پاته وه‪ .‬مګر یو بل ته په پټ کمین کې‬


‫وو‪ .‬لکه څرنګه چه "عبداهلل خان" ازبک چه ځانته ئې د‬
‫”توراني خان“ لقب ورکړی وو او ټول ترکستان ئې له ولکې‬
‫الندې وو‪ ،‬استانبول ته خبر آستولی وو چه "که د عثماني‬
‫امپراطوري سلطان دریم مراد" خپل پوځ په ایران وباسي‬
‫نو لدې خوا به د ایران اشغال پیل کړم ‪ .” ...‬مګر اکبر‬
‫پاچا نغوښتل چه د ایران ترکمن صفوي دولت له منځه‬
‫ویوړل شي‪ .‬او هم ئې نغوښتل چه د هند په شمال کې د‬
‫یو قوي ازبک دولت خطر هند ته متوجه وي‪ .‬مګر عبداهلل‬
‫خان ازبک په ټول پوځي قوت په ایران برید وکړ او ډیر‬
‫قزل باش شعیه مذهبه ئې له تیغ څخه تیر کړل‪ .‬او د‬
‫خراسان ډیرې برخې ئې ونیولې لکه‪" :‬هرات‪ ،‬سبزوار‪،‬‬
‫نیشاپور او اسفزار“‪.‬‬
‫پدې وخت کې کندهار د ایران د صفوي ترکمن د‬
‫اقتدار په ولکه کې وو‪ ،‬او کله چه شاه طهماسب ووژل شو‬
‫نو د زامنو تر منځه ئې د قندهار او زمینداور په سر جنګ‬
‫پیل شو‪ .‬او عبداهلل خان ازبک غوښتل چه په قندهار هم‬
‫حمله وکړي‪ ،‬مګر د طهماسب زمنو اکبر پاچا ته پناه‬
‫‪449 of 1205‬‬

‫ویوړله او پدې توګه قندهار د ډهلي په ولکه کې شامل‬


‫شو‪ .‬مګر همیشه د ایران سترګې پکې پاته وې چه بیا په‬
‫راتلونکو کلونو کې کله به ایران او کله به بیا د ډهلي د‬
‫واکمني په ساحه کې وو‪ .‬خو چه ایران ئې همیشه د خپلې‬
‫خاورې د یوې دولتي برخې په توګه دا خراساني سیمه د‬
‫ځان شمیرله‪.‬‬
‫تر دې ځایه په هغو وختونو کې د نني افغانستان‬
‫خاوره او ځمکه د هندوکش د غره شمال ته په پرتو والیاتو‬
‫د ازبک د قام واکمني وه او بلخ ئې مرکز وو‪ .‬مګر‬
‫بدخشان د ګرګاني ترکانو په ولکه کې وو‪ .‬او د هندوکش‬
‫جنوب ته له کابل‪ ،‬غزني‪ ،‬قندهار او هرات څخه پوره‬
‫خبریږو چه هم کابل او هم کندهار د هند او ترکستان‪ ،‬او‬
‫د هند او ایران د تجارت د الرې په سر پراته وو او ډهلي‬
‫ته ئې اهمیت درلود‪ .‬مګر په هرات باندې د ایران دولت د‬
‫خپل دولتي حق ادعا درلودله‪ .‬پرته له یادو شوو ځایونو د‬
‫نني افغانستان له نورو والیتونو د نوم آخستلو کوم سند په‬
‫الس کې نشته‪ .‬ورسره د "عبداحکیم د اکبر پاچا ورور" او‬
‫د کابل واکمن په پوځ کې د "ترک او تاجک" د قام نوم ذکر‬
‫‪450 of 1205‬‬

‫شوی‪ ،‬مګر د پښتنو چه د "افغان" په نوم یادیدل کومه نښه‬


‫په پوځ کې نه لیدل کیږي‪.‬‬
‫له پښتنو څخه مقصد د افغانستان د نني حدود دننه‬
‫پښتانه نه وو‪ ،‬بلکه د "خیبر‪ ،‬سوات‪ ،‬باجوړ او د تیرا" د‬
‫غرنیو سیمو پښتانه وو‪ .‬او غلجي پښتانه چه اصلي سیمه‬
‫ئې زابل وه او مرکز ئې قالت وو‪ ،‬دوی ټول نور په هند کې‬
‫ذکر شوي دي چه دننه د افغانستان په خاوره کې په کوم‬
‫پوځي حرکت "یا ښه او یا بد" ندي یاد شوي‪ .‬همداسې‬
‫غور او یا پکتیا‪ ،‬ننګرهار‪ ،‬کنړ او یا لغمان یو هم آواز‬
‫نلري‪ ،‬لکه په ژور خوب او یا د خالي کاڼو او دښتو په‬
‫سینه کې ویده له تاریخي غوغا څخه ناخبره لیرې خاموش‬
‫پراته دي‪ .‬د خپل وخت نه فرهنګي یادونه لري‪ ،‬نه د تجارت‬
‫د کاروانو او اقتصاد کوم ځانګړي غږونه ترې پاته دي‪ .‬او‬
‫هلته د لغمان او د کنړ د لوړو درو په غرنیو لوړو کې له‬
‫پراته نورستاني قام څخه څوک خبر ندي چه ال نن هم په‬
‫یویشتمې پیړۍ کې د نورستان آرام او ُمدبر قام لکه‬
‫داسې چه په دولتي ملنه کې میریني وي او له یاده وتلي‬
‫پردي وي همداسې پاته دي‪.‬‬
‫‪451 of 1205‬‬

‫د هزاره قام چه کله د چنګیز خان د ملسي د وژلو په‬


‫علت د بامیانو سیمې ته چنګیزي پوځ په انتقام آخستلو‬
‫راورسید‪ ،‬بیا تر دا ننه په بامیانو کې پاته شو‪ .‬او چه کله‬
‫چنګیز خان په کال ‪۱۲۲۷‬م کې مړ شو‪ ،‬الکن د قدرت او‬
‫پوځي اشغال ملنه ئې له چین "پیکینګ" څخه نیولې تر‬
‫ماسکو او عراق پورې رسیدلې وه‪ .‬چه ننی افغانستان او‬
‫ایران پکې په کلونو له اشعال الندې پاته وو‪ .‬تر هغه وخته‬
‫چه کله په منځنۍ آسیا کې د "ګرګاني ترک مشهور امیر‬
‫تیمور“ چنګیزي سلطې او واکمني ته پای ورکړ‪ .‬هم د‬
‫چنګیزی واکمني د قدرت په دوره کې د هزاره قام په‬
‫بامیانو کې د یو واکمن قام په توګه ال زیات پراخه شول او‬
‫هم برعکس چه کله امیر تیمور د چنګیز خان د قدرت ملنه‬
‫ټولوله نو نور هزاره هم په تیښته او د پناه په مقصد د‬
‫بامیانو غرونو ته راورسیدل او ځانونه ئې په غرونو کې‬
‫خوندي کړل‪ .‬او نفوس ئې کرار کرار زیات شو‪.‬‬
‫پدې توګه د تیر تاریخ په پاڼو کې د پښتنو د قام تر څنګ‬
‫د هزاره قام او د نورستان قام ته په کتلو او د نني‬
‫‪452 of 1205‬‬

‫افغانستان د هندوکش یا په درو کې او یا جنوب ته د‬


‫خلکو د نفوس او میشته شوو قامونو کموالی او یوه‬
‫نسبي خاموشي لیدل کیږي‪ .‬ددې خاموشي په دننه زړه‬
‫کې یوازې دوه تجارتي الرې پرتې وې‪ ،‬چه ایران او‬
‫ترکستان ئې په هند تاړه‪ .‬یوه الره له کندهار څخه تیریدله‬
‫او دوهمه الر له بامیانو څخه تیریدله‪ .‬د بامیانو او کابل تر‬
‫منځه د کوهستان د خلکو یادونه هم شوې ده چه د‬
‫سوداګري د کاروان په لیکو به ئې حملې کولې او الرې‬
‫نیونکو په جمله کې کله کله یاد شوي دي‪ .‬چه همدا تذکر د‬
‫امیر دوست محمد خان د پادشاهي په دوره کې لیدل‬
‫کیږي‪.‬‬
‫بله خوا شرق ته لوی هند پروت وو‪ ،‬مګر کله‬
‫چه د نني افغانستان د هغو وختونو پیژندنه د مطالعې‬
‫موضوع وي‪ ،‬وینو چه هغه دولتي او ملي روحیه او پدې‬
‫روحیې مربوطې انساني مزایاوې لکه اتفاق‪ ،‬او د دولت‬
‫داري د فرهنګ نازک او بارزه اړخونه او ریښې ددې وطن‬
‫په او سیدونکو کې ښکاره نشولې‪.‬‬
‫ایران که یو مرکزي دولت درلود مانا ئې دا وه چه په ځان‬
‫ئې هم په پوځي اړخ کې او هم ئې په یو مشترک ملي‬
‫‪453 of 1205‬‬

‫روحئې خپل اوسیدونکي تړلي وو‪ .‬چه د وطندوستي مهم‬


‫روح پکې وده کوله‪ .‬او دا د فرهنګ د موضوع یو مهم‬
‫اصل ته اشاره ده‪ ،‬چه خصوصا َ ملي اتفاق پکې د ټول‬
‫وطن د ضامن قوت په توګه ریښه نیسي‪.‬‬

‫نو چه کله د افغانستان پیژندنې په ارتباط د دولت د‬


‫جوړیدو خصوصیت ته نږدې شو نو ګورو چه‪:‬‬
‫چه کله دولت یو جوړ شوی مرکزي قوت وي‪ ،‬نو راتلونکي‬
‫نسلونو ته د دولت داري مهم فکتور استعداد په میراث‬
‫پاته کیږي‪ .‬ملت په دولت راټول شوی او دولت او ملت د‬
‫ټول هیواد په ساتنه او استقالل کې برخه آخلي او د ملي‬
‫ارادې او ملي روحئې د ال قوي کیدلو او د ال صمیمي‬
‫کیدلو د پراخ شعور او عزم ریښې ژورې کوي‪.‬‬
‫او پداسې وطن راټول فرهنګي اړخونه‪ ،‬بالخره عقیده‬
‫هم شریکوي‪ .‬چه عقیده د وطن د عزت د هدف له الرې قدر‬
‫لري او یوه وسیله وي‪ .‬دا پخپله د هر فرد د "زه او ځان"‬
‫هم په محسوسه او هم په نا محسوسه توګه‪ ،‬په لنډ او یا‬
‫اوږده زمان یوه دروني‪ ،‬معنوي او ملي تربیه ده‪ .‬پدې‬
‫پراخه ملي تربیه کې شعر‪ ،‬هنر او ادبیات آواز پیدا کوي‬
‫‪454 of 1205‬‬

‫او پراخوالی مومي‪ .‬انتقاد د دیموکراسي د شعور په پټ‬


‫یا لوڅ تخم آوړي او یوه ورځ بوټی ورکوي‪.‬‬
‫مګر د افغانستان خاوره پدې ارتباط خاموشه وه‪ .‬له‬
‫ملي روحئې او له دولتي واکمني آرمان څخه لیرې وه‪.‬‬
‫داسې یو مثبت او جوړونکی فرهنګ او سواد پکې په پیړیو‬
‫ورک او خاموش پاته شو‪ .‬هغه انساني جوهر چه په ملي‬
‫اتفاق آوړي او هغه مرکزي دولت چه د داسې اتفاق‬
‫راټولونکی قوت پاته شي‪ ،‬مګر په افغانستان کې پیدا نشو‪.‬‬
‫افغانستان تش یوه سیمه وه چه مهاجم پرې تیریدل او‬
‫راتیریدل‪.‬‬
‫د افغانستان نوم د خپل هیواد په دننه کې په آبادي او‬
‫په یو روغ او جوړونکی قوت ونه پیژندل شو‪ ،‬بلکه په یو‬
‫متعرض قوت ښکاره شو‪ ،‬چه په هند کې ئې پیژنو‪.‬‬

‫***‬
‫‪455 of 1205‬‬

‫او اکبر څخه وروسته …‬

‫اکبر پاچا ته د "نس ناستي" ناروغي پیدا شوله او‬


‫وروسته له ‪ ۲۲‬ورځو ناروغي څخه د شپې مړ شو‪.‬‬
‫‪۱۶۰۵ /۱۰/۲۵‬م‪.‬‬
‫ده په خپل دوویشت "‪ "۲۲‬کلن مشر زوی "سلیم جهانګیر"‬
‫باندې د دوامداره شرابو او ساز او عشرت په علت د دولت‬
‫داری اعتماد نه وو‪ ،‬مګر چاره څه وه؟‬
‫جهانګیر ‪ ۲۲‬کاله پاچائی ئې په همداسې عادت تیره کړه‪.‬‬
‫مګر زیات عمارتونه‪ ،‬پارکونه او اوږدې الرې ئې جوړې‬
‫کړلې‪ .‬دده د معماري آثار د هند د آبادي رګونه شول‪ ،‬چه‬
‫له "آګرې" څخه ئې د آباسین تر ”اټک“ پورې‪ ،‬له آګرې‬
‫څخه تر بنګال پورې‪ ،‬هم ئې الرې جوړیکړلې او هم د الرو‬
‫دواړو آړخونو کې ونې کینولې‪ .‬او هم یې خیابانونه ورسره‬
‫یو ځای کړل‪ .‬او له آګرې نه تر الهور پورې په هر ‪۳۰۰۰‬‬
‫مترو کې یې د اشارې او نښې برجونه جوړ کړل‪ ،‬او په‬
‫هر ‪ ۹۰۰۰‬مترو کې ئې حوضونه او د سیوري په خاطر‬
‫ونې او کاروانسرایونه اعمار کړل‪.‬‬
‫‪456 of 1205‬‬

‫اکبر پاچا ته په خپل کور ټولو فامیلي کسانو "شاه‬


‫بابا" ویل او شاه بابا په نصیحت خپل زوی ”سلیم‬
‫جهانګیر“ ته ویلي وو چه‪:‬‬
‫”موږ د هند په هیواد کې واکمن ترک قام یاستو چه‬
‫پردي یو‪ .‬مګر شایستګي به مو دا وي چه د هند د خاورې‬
‫او خلکو په خدمت ګذار او خادم ترک قام یاد شو“‪.‬‬
‫د جهانګیر ښځه په خټه تُرک وه‪ ،‬مګر له ایران څخه‬
‫ئې پالر او آکا هند ته راغلي وو‪" .‬نورجهان" نومیدله چه‬
‫جهانګیر د دولت ټول اختیارات ئې له دولتي ُمهر سره یو‬
‫ځای خپلې ښځې ته ورکړی وو‪ .‬د نورجهان پالر د اکبر‬
‫پاچا په واکمني کې مشر وزیر وو‪ .‬سلیم به ویل چه "ماته‬
‫نیم سیر غوښه او یو سیر شراب کافي دي‪ ،‬نور نو‬
‫نورجهان پوه شه او د دولت کارونه“‪.‬‬
‫مګر جهانګیر په کابل کې د "تیموري ویسل خان" له‬
‫وخته جوړ شوی باغ ته نوی شکل او نوې پراختیا او ښکال‬
‫ورکړله‪ .‬خصوصا َ د ویالې دواړو اړخونو کې والړې ګڼې‬
‫ونې او ډیر لوړ چنارونو بیخ کې ئې داسې سړکونه‬
‫‪457 of 1205‬‬

‫وغځول چه له هند څخه ئې د خاص سپین مرمري شګو‬


‫بوجۍ راغوښتې وې‪.‬‬
‫که څه هم جهانګیر هم په الهور او هم په کشمیر کې‬
‫باغونه‪ ،‬حوضونه او لوی پارکونه جوړ کړي وو‪ ،‬مګر د کابل‬
‫د باغ ونې او پارکونه ئې ډیر خوښیدل‪.‬‬

‫نوټ‪" :‬زما یاد شي د ‪۱۹۴۰‬م په لسیزه کې دا عمارت او د‬


‫عمارت لور تر لوره بیحده غټ چنارونه او د هماغو زمانو د‬
‫ونو زاړه ستومانه ګڼ شاخونه او ونې ال د زمانې په سینه‬
‫کې پاته وې‪ .‬چه عمارت کې ئې د شوروي اتحاد سفارت‬
‫وو او هغوی د ونو او د عمارت په تیر تاریخ پوهیدل او زړو‬
‫ونو ته ئې پام وو‪ .‬او د ونو پوره ساتنه ئې کوله‪ .‬مګر زموږ‬
‫دولت نه په تیر تاریخ خبر وو او نه ئې هم د تاریخ د‬
‫شریف نوم او مقام قدر درلود‪ .‬او بیا دا ونې هغه وخت‬
‫ووهل شولې چه کله د شوروي اتحاد د سفارت ځای د‬
‫کابل غربي برخې ته واووښت“‪.‬‬

‫او د هغو زمانو د همدې باغ په وهلو هغه وخت برید وشو‬
‫چه کله "نادر افشار" له کابل نه د هند په لور حرکت وکړ‬
‫‪458 of 1205‬‬

‫او په کابل کې ئې د خپل پوځ "پس قراول احتیاطي قوت‬


‫او د پوځ ناروغه کسان" پریښودل‪ ،‬چه دا پس قراول قوت‬
‫د نادر افشار د قزل باش په ترکمني ژبه "چنداول"‬
‫یادیدل‪ ،‬او ال تر ننه هم همدغه ځای ته چنداول وائی‪ .‬او‬
‫بیا چه کله د "ابدالي احمد شاه" زوی "تیمور شاه"‬
‫پایتخت له کندهار څخه کابل ته انتقال کړ‪ ،‬له هماغې نیټې‬
‫نه بیا وروسته وروسته کلونو کې د کابل نفوس او کورونو‬
‫په بې نقشې شکل د هماغو باغونو ځایونه ونیول‪ .‬چه یو په‬
‫بل به ئې بامونه تړلي وو او تنګې کوڅې به ئې درلودلې‪.‬‬
‫چه بیا د ‪ ۱۹۵۰‬په لسیزه کې جاده میوند پکې تیر شو‪.‬‬
‫پدې توګه جهانګیر چه کله له کشمیر څخه الهور ته په‬
‫الر وو‪ ،‬مړ شو "‪۱۶۲۷‬م ‪.“۷ -۱۱ -‬‬
‫خرم شاه جهان" ته پاته شو‪ .‬چه بیا‬‫نو تخت ئې " ُ‬
‫نورجهان هم په الهور کې مړه او د خپل میړه په ادیره کې‬
‫خاورو ته وسپارل شوله‪.‬‬
‫‪459 of 1205‬‬

‫پدې کلونو کې هرات او کندهار دواړه د ایران په قبضه‬


‫کې لویدلي وو او بدخشان هماغسې د ازبکو د قام په‬
‫ولکه کې وو‪.‬‬
‫شاه جهان وروسته د کم وخت له مخالفتو سره په کال‬
‫‪۱۶۲۸‬م په تخت کشیناست چه یو باکفایته او کامیابه دولت‬
‫مرد وو‪ .‬او هم تکړه نظامي قوماندان او هنر دوسته‬
‫شخص وو‪ .‬خو د خپل مسلمان او متعصب زوی "اورنګ‬
‫زیب" له خوا په کال ‪۱۶۵۸‬م کې چه زوړ شوی هم وو په‬
‫ځیل کې واچول شو‪ .‬او په هماغه زندان کې په کال‬
‫‪۱۶۶۶‬م کې مړ شو‪.‬‬
‫د شاه جهان د پاچاهي په ملړي کال د ازبکو خان چه‬
‫د "توران خان" لقب ئې درلود او نوم ئې "امام ُقل" وو‪،‬‬
‫خپل ورور "نظیر محمد" ئې د کابل او د بامیانو نیولو ته‬
‫وګماره‪ .‬چه هم ئې بلخ او بدخشان او ټول والیتونه چه د‬
‫هندوکش په شمال کې وو تر قبضې او مستقلې واکمني‬
‫الندې وو‪ .‬نظیر محمد درۍ میاشتې د کابل باالحصآر‬
‫محاصره کړ‪ ،‬مګر وئې نشوای نیولی او په ځای ئې د‬
‫کابل د خلکو کورونه او د کابل د بازار دکانونه ټول چور‬
‫‪460 of 1205‬‬

‫کړل‪ .‬او کله ئې چه واوریدل له ډهلي څخه لوی لښکر‬


‫راروان دی‪ ،‬نو وتښتید‪ .‬د شاه جهان د پوځ قوماندان‬
‫بامیان له ازبکو وژغوره او د کابل د خلکو په چور خپه‬
‫شوی شاه جهان ‪ ۱۰۰۰۰۰‬روپۍ د خپل معتمد قاضي په‬
‫الس د کابل خلکو ته واستولې چه په کورونو وویشل‬
‫شولې‪.‬‬
‫د شاه جهان په هند کې دننه له تاریخ سره چه کله د‬
‫هغه وخت لیکواالن مشغول وو‪ ،‬الکن د کندهار موضوع له‬
‫اوسني افغانستان سره ارتباط لري‪ ،‬چه په کال ‪۱۶۳۸‬م د‬
‫ډهلي الس ته ورغی‪.‬‬
‫چه دلچسپه کیسه لري پدې مانا چه؛ کله چه د کندهار د‬
‫واکمن ایرانی "علي مردان خان" په باره کې د ایران د‬
‫پایتخت "اصفهان" د دربار او دولت له خوا سیاسي شک‬
‫پیدا شو‪ ،‬نو اصفهان یو پوځي قوت کندهار ته د علی‬
‫مردان خان د نیولو په منظور واستاوو‪ .‬مګر نوموړي ډیر‬
‫ژر شاه جهان ته د کومک خبر واستاوو‪ .‬د کندهار د‬
‫حصار محاصره اوږده شوله تر هغه وخته چه بیا د ډهلي‬
‫پوځ په کومک ورورسید او کندهار د ګرګاني واکمني الس‬
‫‪461 of 1205‬‬

‫ته ورغی‪ .‬دا "علي مردان خان" د شاه جهان په دولت کې‬
‫د لوئې چوکۍ خاوند شو‪ ،‬چه ډیر پوه او فعال انسان وو‪.‬‬
‫او د همدې سړي نوم هم په کابل کې د "علي مردان خان“‬
‫په خپل نوم ال تر ننه پاته ده چه نوموړي آبادي پکې کړې‬
‫وه‪ .‬که څه هم د کندهار مسله حل شوې وه‪ ،‬مګر په کال‬
‫‪۱۶۴۹‬م د ایران د واکمن "دوهم عباس" له ولکې الندې یو‬
‫ځل بیا راغی‪.‬‬
‫شاه جهان په کال ‪۱۶۳۹‬م کې کابل ته راغی او د بابر‬
‫پاچا په قبر ئې خیراتونه وکړل‪ .‬په کابل کې یې د نوي باغ‬
‫د جوړولو پالن په الس کې ونیوو او د کابل خلک ئې په‬
‫پیسو ونازول‪ .‬او بل مقصد ئې دا وو چه د "توران خان‬
‫ازبک" امام قل کار یکطرفه کړي‪ .‬امام قل پوه شوی وو خو‬
‫ډیر زوړ شوی هم وو او هم په سترګو هم ړوند وو‪ .‬شاه‬
‫جهان ته ئې احوال راواستاوو چه "زه زوړ یم او حج ته‬
‫ځم‪ .‬د کابل خرابي زما ناپوه ورور له ځواني څخه او له‬
‫بیعقلي څخه وشمیرئ !“‪ .‬پدې توګه ورور ئې "نظیر محمد‬
‫خان" د امام قل په ځای د "بخارا" په تخت کشیناست‪.‬‬
‫‪462 of 1205‬‬

‫پدې وخت کې شاه جهان خپل څلرم زوی "شهزاده‬


‫مراد بخش" د علي مردان خان په نظامي مشري له‬
‫‪ ۵۰۰۰۰‬سوارکارانو‪ ،‬ډیر توپونو او ‪ ۱۰۰۰۰‬پیاده پوځ سره‬
‫د بدخشان نیولو ته واستاوو‪ ،‬کال ‪۱۶۴۶‬م‪ .‬د بدخشان‬
‫مرکز "کندز" ئې ونیوو او بدخشان یې د ازبکو له قواوو‬
‫څخه آزاد کړ‪ .‬پدې وخت کې هغه نومونه چه د شاه جهان‬
‫په هکله د لیکل شوي "پادشاه نامه" کتاب کې دي دلچسپه‬
‫دي‪ ،‬پدې مانا چه کله د علي مردان خان له قوماندې الندې‬
‫پوځ د بدخشان مرکز "کندز" ونیوو‪ ،‬نو "شهزاده مراد‬
‫بخش" د بلخ په لوري وخوځید‪ .‬ملړی "خلم" ته راغی چه‬
‫خلم ته د "آکسرای" او "کز کورګان" له الرې راغی چه دا‬
‫نومونه ترکي نومونه دي‪ .‬بیا "کش رباط" ته ورسید چه دا‬
‫نوم هم ترکي نوم دی‪ .‬بالخره "نظیر محمد خان" پدې پوه‬
‫شوی وو چه د دومره توپونو زور نلري نو له بلخ نه په پټه‬
‫وتښتید او د ‪ ۷‬میلونو روپیو په قیمت ثروت یې ټول ازبکو‬
‫چور کړ‪ .‬او د ګرګاني پوځ الس ته د ‪۱۲۰۰۰۰۰‬روپۍ‪ ،‬یو‬
‫املاس او نور قیمت داره شیان ورغلل‪ .‬چه ‪ ۲۵۰۰‬آسونه او‬
‫‪463 of 1205‬‬

‫‪ ۳۰۰‬اوښان د نظیر محمد خان له تیښتې څخه پاته شوي‬


‫وو‪ .‬او هم ګرګاني پوځ "میمنه او اندخوی" هم ونیول‪.‬‬
‫دا نیول شوي والیتونه بیا وروسته چه کله د‬
‫افغانستان په نوم هیواد اعالن شو په "افغاني ترکستان"‬
‫یادیده‪.‬‬
‫ډیر وخت وتلی نه وو چه نظیر محمد خان ازبک‪،‬‬
‫خپلې حملې په ګریالئي توګه او تاکتیک سمبالې کړلې‪.‬‬
‫چه د "شهزاده مراد بخش" پوځ ته یې زیات تاوانونه‬
‫واړول‪ .‬آن تر دې چه مرادبخش نور د هندوکش او آمو‬
‫دریا تر منځه سیمو څخه د وتلو په نیت وو او سخت په‬
‫تنګ شوی وو‪ .‬په کال ‪۱۶۴۷‬م کې شاه جهان خپل دریم‬
‫زوی شهزاده اورنګ زیب بلخ او بدخشان ته واستاوو‪ ،‬چه‬
‫له کابل څخه د اپریل په میاشت ئې حرکت وکړ او د‬
‫”شیبر" او "آک رباط" له الرې د "کهمرد" چوڼۍ ته‬
‫ورسید‪ .‬د جنګ حالت یو داسې شکل ونیوو چه بالخره‬
‫یوې خواته ګرګاني پوځ پدې پوه شو چه بلخ او نور‬
‫والیتونو دوامداره ساتنه امکان نلري او بله خوا د ازبک‬
‫پوځ هم په دې قانع شوی وو چه نور د توپونو او فیالنو له‬
‫‪464 of 1205‬‬

‫قوت سره دوامداره جنګ نشي کولی‪ .‬نو پدې فیصله وشوله‬
‫چه بلخ او بدخشان د د ګرګاني واکمني په حساب کې‬
‫وي‪ ،‬مګر پروا نلري چه د نظیر محمد ازبک پوځ د پکې وي‬
‫"ځکه دواړه ترک نژاده دي !"‪ .‬او کله چه دا د اورنګ زیب‬
‫له مشري الندې په بلخ د یرغل د هغه وخت ماخذونه‬
‫مطالعه کیږي‪ ،‬نو یوه ډیره مهمه موضوع وینو چه هغه‬
‫موضوع د بامیانو د بودا لوړې ‪ ۵۳‬متري مجسمې د پوښو‬
‫ورانیدل دي‪.‬‬
‫د شاه جهان دریم زوی "شهزاده اورنګ زیب“ د یو‬
‫متعصب مال ډلې له نظارت الندې تربیه شو‪ .‬د جاهلو‬
‫مالیانو په زړونو کې د اکبر پاچا د زمانې د ټولو عقیدو د‬
‫آزادي او احترام له شعار څخه کین او انتقام ال هم پروت‬
‫وو‪ .‬که څه هم د جهاد پاڅون شوی وو او زیات جنګونه‬
‫رامنځ ته شوي وو‪ ،‬الکن له شکست سره مخامخ شول‪.‬‬
‫اوس دادی چه د ګرګاني واکمني په لستوڼي کې پیدا‬
‫شوي مارانو غوښتل چه د شاه جهان په فامیل کې یو‬
‫شهزاده ال له وړکتوب څخه د اسالم په خرافاتي تدریس او‬
‫تبلیغ وروزي‪ .‬او یو ځل بیا د تیرو کلونو او د تیرو پیړیو‬
‫‪465 of 1205‬‬

‫متعصب واکمن قوت څخه د هندوانو او نورو غیر‬


‫مسلمانانو په وژلو او د هغوی د معبدونو په ړنګولو خوند‬
‫واخلي‪ .‬او بیرته د خپلو منافعو او ګټو اقتدار جوړ کړي‪.‬‬
‫دوی په خپل پالن بریالي شول او شهزاده اورنګ زیب ال‬
‫هغه وخت په اسالمي خشم او ناپوهي ککړ شوی وو چه‬
‫کله ئې سترګې په بامیانو کې په ‪ ۵۳‬متری او ‪ ۳۵‬متری‬
‫مجسمو ولګیدلې‪ .‬نو امر ئې ورکړ چه په توپونو ئې وولي‬
‫او مجسمه ونړوي‪ .‬دا کار وشو‪ ،‬مګر دا چه مجسمه د غرو‬
‫د کاڼو یوه برخه وه نړول ئې مشکل وو‪ .‬یوازې د ‪ ۵۳‬متری‬
‫مجسمې دوه پوښې خرابې شولې چه ‪ ۲۰۰‬د توپ مرمۍ‬
‫پرې لګیدلې وې‪.‬‬
‫او همدغه شهزاده چه کله د مالیانو د لوی تشکیل "له‬
‫خیبر څخه بیا تر بنګال" پورې په جنګ کې لوی او بیا‬
‫پاچا شو‪ ،‬پداسې توګه چه حتی خپل پالر ئې ال هم په‬
‫زندان کې واچاوو چه سپین ګیری وو‪ .‬مګر همدغه اورنګ‬
‫زیب به قرآن هره میاشت په خپل قلم لیکه‪ .‬د پاچاهي په‬
‫وخت کې به مالیانو په ډیر فخر "سلطان محمود ثاني"‬
‫ورته ویل‪ .‬نو نوموړی چه ‪ ۹۰‬کاله زیات ژوند او په ډیرو‬
‫‪466 of 1205‬‬

‫کلونو واکمني وکړه‪ ،‬د هند په خلکو او د هغوی د معبدونو‬


‫په ورانولو ئې د اسالم خشم پیاده کړ‪ .‬دادی چه اوس دا‬
‫شهزاده اورنګ زیب له بلخ نه بیرته کابل ته له خپل پوځ‬
‫سره په ستنیدلو وو‪ .‬نو د بامیانو په درو کې د ده پوځ له‬
‫څټ څخه د هزاره خلکو سختې حملې پیل کړلې‪ ،‬چه ډیر‬
‫مالونه ئې ترې ویوړل او زیات تاوانونه ئې ور ورسول‪ .‬ډیر‬
‫وخت وتلی نه وو چه د ایران واکمن "دوهم شاه عباس" په‬
‫کال ‪۱۶۴۳‬م کې له یو لوی پوځ سره په کندهار حمله وکړه‬
‫او هغه ئې ونیوو‪ .‬مګر په کال ‪۱۶۵۲‬م شاه جهان کابل ته‬
‫راغی او خپل زوی "شهزاده اورنګ زیب" یې له پوځ سره‬
‫د کندهار نیولو ته واستاوو‪ .‬مګر ترکمن قزلباشانو سخت‬
‫مقاومت وکړ او کندهار بیرته د ایران په ولکه کې پاته شو‪.‬‬

‫د شاه جهان له جنګونو پرته هغه موضوع چه ال ترننه‬


‫ژوندۍ پاته ده او د تاریخ غیږ ته وسپارل شوله هغه د‬
‫”تاج محل“د جوړولو شاهکار دی‪ .‬پداسې غم چه شاه‬
‫جهان د خپلې ګرانې ښځې "ممتاز محل" مرګ سره‬
‫مخامخ شو‪ ،‬کال ‪۱۶۳۰‬م‪ .‬شاه جهان له عثماني سلطان‬
‫‪467 of 1205‬‬

‫څخه د تاج محل د پاس ګومبزې د جوړولو په خاطر یو‬


‫ماهر معمار هم وغوښت‪ ،‬چه عثماني سلطان "اسماعیل‬
‫افندي" نومی معمار ورته واستاوو‪ ،‬چه د مشهور معمار‬
‫”سینان“ شاګرد وو او د ګومبزې په جوړولو ماهر وو‪.‬‬
‫شاه جهان په هند کې په زراعت‪ ،‬د عمارتونو په‬
‫جوړولو‪ ،‬د مالئې اصالحات‪ ،‬د خلکو عمومي رفاه‪ ،‬د بازار‬
‫د قیمتونو او نرخ پوره کنترول او د اوبو په کانالونو ډیر‬
‫زیات زیار وویست‪ .‬چه د واکمني موده ئې د هند د خلکو‬
‫د ښه ژوند یادګار پاته شو‪ .‬ورسره په جواهراتو ئې زیاته‬
‫مینه وه‪ .‬بل څه چه ترې پاته دي هغه د یو ابدی مینې‬
‫داستان دی چه له خپلې ښځې "ممتاز محل" سره ئې‬
‫درلود‪ .‬او چه تر هغو "ممتاز محل" ژوندی وه‪ ،‬شاه جهان‬
‫بله ښځه ونکړه‪.‬‬
‫د دولت خزانه ډکه وه او پخپله د شاه جهان په سر د‬
‫واکمني د نښې په توګه د تړل شوي پټکي په مخکني برخه‬
‫کې "‪ ۵‬لعل او ‪ ۲۴‬مرغلرې" وې‪ .‬منځنی لعل "‪ ۲۵۲‬قیرات‬
‫وزن درلود چه په "پادشاه نامه" کې د قیرات په ځای "‪۱۲‬‬
‫تانک“ ذکر شوي‪ .‬چه یو تانک ‪ ۲۴‬راتي وو‪ ،‬چه پدې توګه‬
‫‪468 of 1205‬‬

‫‪ ۲۸۸‬راتي کیږي“‪ .‬د دې لعلونو له جملې څخه د منځني‬


‫لعل قیمت د خزانې په کتاب کې ‪ ۲۰۰۰۰۰‬روپی درج شوی‬
‫وو‪ ،‬چه په آزاد بازار کې ئې قیمت دوچنده ډیر وو‪ .‬په‬
‫خزانه کې نور لعلونه هم وو‪ ،‬مګر دا منځنی لعل ډیر‬
‫ښایسته وو چه پالر ته ئې "جهانګیر" د ډکن په فتحه کې‬
‫یو راجا یا شاه اسماعیل هدیه کړی وي‪ .‬او بیا جهانګیر‬
‫خپل زوی ته ورکړی وو‪ .‬د ټول پټکي قیمت یې ‪۱۲۰۰۰۰۰‬‬
‫روپۍ وو‪.‬‬
‫شاه جهان غوښتل چه هره خوا د مجوهراتو ښکال‬
‫وویني‪ ،‬نه چه په خزانه کې پټ له سترګو پناه او‬
‫صندوقونو کې بندې پاته شي‪ .‬ویل به ئې چه "دا ددې‬
‫خلقت د راز ژبه ده‪ .‬کله ئې چه رنګونه او ښکال ته ګورو‬
‫موږ ته ډیر څه رازده کوي"‪ .‬د شاه جهان تسبیح ‪۳۰‬‬
‫ملغلرو او ‪ ۵‬لعلونو څخه جوړیشوې وې‪ ،‬چه قیمت ئې‬
‫‪ ۸۰۰۰۰۰‬روپۍ وې چه ‪ ۱۰۰۰۰۰‬سره زر دینار کیدل‪.‬‬
‫په پادشاه نامه کې د شاه جهان د خپلو جوهراتو ټول‬
‫قیمت د خزانې په قید شوي کتاب کې ‪ ۵۰‬میلونه روپۍ‬
‫وې‪ .‬او د شهزادګانو متعلق جواهراتو قیمت ‪ ۲۰‬میلونه‬
‫‪469 of 1205‬‬

‫روپۍ درج شوې وې‪ .‬برعالوه هغه جواهرات چه همیشه به‬


‫د شاه جهان په کالیو او غاړه کې وې قیمت ئې ‪ ۲۰‬میلونه‬
‫وو‪ .‬د شاه جهان مخې ته په خذمت کولو مشغولو ښځینه‬
‫او نارینه په کالیو د جواهراتو د ګنډلو او ټومبلو امر کړی‬
‫وو‪ .‬او بیا ئې د "طاوس" په نوم د یو تخت آرزو وکړه‪ ،‬چه‬
‫لعل‪ ،‬یاقوت‪ ،‬املاس‪ ،‬زمرد او مرغلرې ټول د ‪ ۵۰۰۰۰‬مثقاله‬
‫په وزن او ‪ ۸‬میلونه او ‪ ۶۰۰۰۰‬روپۍ په قیمت په کار‬
‫ولویدل‪.‬‬
‫فرانسوي مشهور زرګر ”تافیرنیر“ لیکي چه‪:‬‬
‫ما دا د طاوس تخت د اورنګ زیب په واکمني کې له‬
‫لیرې ولید‪ ،‬چه پکې ‪ ۱۰۸‬غټ یاقوت مې په سترګو ولګیدل‪.‬‬
‫ډیر نور زیات جواهرات هم پکې استعمال شوي وو او په‬
‫‪ ۷‬کلونو کې جوړ شو "‪۱۶۳۴ - ۳ -۵‬م“‪.‬‬

‫له اکبر پاچا نه خپلو د تخت وارثانو ته یو انساني‬


‫پراخ قانون پاته شوی وو‪ .‬د مثال په توګه د یو والیت او‬
‫سیمې "صوبه دار" ته داسې خطاب شوی دی‪" :‬هر‬
‫صوبه دار او والي د پاچا وکیل دی‪ ،‬چه د خدای د رضا‬
‫‪470 of 1205‬‬

‫حاصلولو الره د خلکو د رضا له حاصلولو څخه کیږي‪ .‬کار‬


‫داسې کسانو ته وسپارئ چه دوه وصفه ولري‪ :‬یو؛ په‬
‫سترګو موړ او په نیت نیک وي‪ .‬دوهم؛ د کار د پوهې اهل‬
‫وي‪ ،‬نه د فریب د الرې یو فریب کار او په ژبې چاپلوس‪.‬‬
‫چه داسې شخص د خلکو پیره دار‪ ،‬ساتونکی او ناجي‬
‫وي‪ .‬او د اعدام په مجازات کې باید ډیر احتیاط په نظر‬
‫کې ولري‪ .‬د دولت د هر مامور به له کنځلو څخه ئې خوله‬
‫پاکوي او له کسم خوړلو به پرهیز کوي‪ .‬د مجرم په هکله‬
‫باید تش په شاهدانو او یا د مقابل په کسمونو او یا په‬
‫زاریو جیګیو تکیه ونشي‪ .‬بلکه په زیاتو پلټنو‪ ،‬مطالعې او د‬
‫مقابل په حرکاتو او د هغه د دننه معنویت پیژندنې ته پام‬
‫زیات پکار دی‪.‬‬
‫ورسره اکبر پاچا د ‪ ۵۰‬کالو پاچاهي د هند د آبادي او د‬
‫ښارونو د جوړولو مرحله ده‪.‬‬
‫د اکبر پاچا په لویه کتاب خانه کې له نورو کتابونو‬
‫سره کوم چه له سانسګریت ژبې څخه په فارسي د اکبر‬
‫پاچا په خواهش ترجمه شوي وو‪:‬‬
‫‪ .۱‬د کلیله دمنه کتاب‪ ،‬چه "ابوالفضل عاملي" ترجمه کړ‪.‬‬
‫‪471 of 1205‬‬

‫‪ .۲‬رامایانا‪ :‬دا کتاب عبدالقدیر "بادوان لو" ترجمه کړ‪.‬‬


‫‪ .۳‬د کشمیر تاریخ‬
‫‪ .۴‬د هاریباس کتاب چه د معبود ‪ -‬قهرمان "کریشنا" د‬
‫ژوند داستان دی‪.‬‬
‫‪ .۵‬د "نال اودانان" د عشق حکایه له سانسکریت څخه په‬
‫فارسي ژبه ترجمه شو‪.‬‬
‫‪ .۶‬له سانسکریت ژبې څخه د آسترونومي "تاجاک" نومی‬
‫کتاب‪.‬‬
‫‪ .۷‬د بابر پاچا د "وقایع" کتاب له ترکي ژبې څخه په‬
‫فارسي ژبه ترجمه شو‪.‬‬
‫د متماتیک له موضوع څخه نیولې تر "مهاباراتا" ټولې هغه‬
‫موضوعګانې چه د اکبر پاچا په خبره "له پوهې څخه ئې‬
‫په انسان کې یو نیک احساس پیدا شي“‪ .‬چه د فرهنګ‪،‬‬
‫پوهې او کلتور پراخوالي ته اهمیت ورکړل شوي وو‪.‬‬

‫ورسره د شاه جهان زوی "داراشکوه" په خپله له هندي‬


‫عاملانو سره یو ځای "اوپانیشادونه" په فارسي ژبه ترجمه‬
‫کړل‪ ،‬چه پدې الر کې ئې زیات خذمت وکړ‪ .‬او د شاه‬
‫جهان د واکمني په موده کې د رسامي هنر او د معماري‬
‫‪472 of 1205‬‬

‫نوي سلوکونه‪ ،‬ښکال او زرګري او حکاکي علم زیات‬


‫پیشرفت وکړ‪ ،‬چه مشهور رسام د سمرقند اوسیدونکی‬
‫محمد نادر وو‪ .‬او "عبدالحمید" د "پادشاه نامه" کتاب‬
‫ولیکه‪ .‬او د "همایون" په وخت نوموړي د یو ښار نقشه‬
‫وویستله او نوم ئې د معمار له خوا "شهر پادشاه دین‬
‫پناه“ کیښودل شو‪ .‬مګر د "شیرشاه سوري" له خوا ئې‬
‫دیوالونه ونړول شول‪.‬‬
‫کله چه د بابر پاچا د تخت وارثینو د هند معماري او د‬
‫ښارونو د جوړولو پالن پیاده کاوو‪ ،‬نو یوازې ئې په‬
‫معمارانو پکر نه کاوو چه ئې له ګجرات‪ ،‬له بنګال‪ ،‬منځنۍ‬
‫آسیا او حتی له استانبول څخه راغوښتل‪ ،‬بلکه ورسره ئې‬
‫په هغه څه هم پام وو چه د ښارونو جوړولو "خام مواد"‬
‫مواد وو‪ .‬کله چه د آګرې ښار‪ ،‬الهور‪ ،‬کشمیر او فتح پور‬
‫سکري ښارونه د لوی او لوړ دیوالونو د حصار دننه جوړ‬
‫شول‪ ،‬پکې له سرو تیږو کار واخستل شو‪ .‬چه د ښکال‬
‫نوی ابتکار هم وو ‪،‬کوم چه د اکبر پاچا په زمانه کې د‬
‫معماري همدا طرز او د ښکال سلوک پیل شو او تر شاه‬
‫جهان پورې ئې د ټولو مهمو عمارتونو په جوړولو کې پکار‬
‫‪473 of 1205‬‬

‫ولویدل‪ .‬مګر شاه جهان د سپین مرمر استعمال ته توجه‬


‫وکړه‪ .‬چه البته بیحده مصرف ئې درلود‪ ،‬مګر د خپل دولت‬
‫د مالیې وزیر د انتقاد په ځواب کې شاه جهان وویل چه‪:‬‬
‫"هند باید ښکلی وساتو ! ته ئې د هند د خلکو له زیار‬
‫څخه د مالیې په نوم آخلې او زه ئې بیرته د هند آبادولو ته‬
‫سپارم!"‪ .‬د هند په ښکلي ساتلو کې یوازې د ښارونو‬
‫جوړیدل نه وو‪ ،‬بلکه د مثال په توګه کله چه د "همایون"‬
‫مقبره جوړیدله ‪ ۵۰۰۰۰۰‬روپۍ پرې مصرف شولې‪ .‬دا د‬
‫مقبرې لوی عمارت د همایون کونډې ښځې "بیګه بییم" په‬
‫خپل مصرف پیل کړه‪ ،‬چه له سره ریګ او مرمر څخه کار‬
‫پکې تر سره شو‪ .‬او ‪ ۹‬کاله ئې دوام وموند چه بیا پای ته‬
‫ورسید‪ ،‬کال ‪۱۵۷۰‬م‪ .‬معمار ئې "میرک میرزا غیاث" نومید‬
‫چه له الس الندې معماران ئې له ترکستان او خراسان‬
‫څخه راغوښتي وو‪ .‬د ګومبزې لوړوالی ئې ‪ ۴۷‬متر دی‪.‬‬
‫همداسې د آګره ښار او حصار په ‪ ۹‬کلونو کې سر ته‬
‫ورسید چه اکبر پاچا آباد کړ‪ .‬د حصار بهرني دیوالونه ئې‬
‫‪ ۲۱‬متر لوړ دي‪ .‬او د دې حصار دننه په لسهاوو سالونونه‬
‫او خونې لري‪ .‬چه تل به حوضونه هم پکې آباد شول‪ .‬پدې‬
‫‪474 of 1205‬‬

‫توګه په معماري طرز کې هم د هندي‪ ،‬هم د ترکستان او‬


‫هم د خراساني مهندسي او علمي اسلوب سره ګډ شول‪.‬‬
‫چه دې رنګه ترکیب یو ښکلی آهنګ جوړاوو‪.‬‬
‫ورسره د باغونو جوړول هم د هند په آبادولو کې‬
‫شریک وو‪ ،‬چه یوازې یوه نمونه ئې په کابل کې هم وینو‬
‫چه بابر پاچا څخه پاته دی‪ .‬له بله خوا هغه قصرونه چه‬
‫شهزاده ګانو او یا د هغو میرمنو ته جوړ شول‪ ،‬نن په هند‬
‫کې بهترین یادګارونه دي‪ .‬لکه جهانګیر د راچپوت له قام‬
‫څخه ښځې ته جوړ شوی قصر "کودبی" دی‪ ،‬چه هم پکې‬
‫د اکبر پاچا مشرې ښځې او هم د اکبر پاچا د آکا‬
‫"رقیه بیګم" ته ځایونه پکې آباد شوي دي‪ .‬او‬ ‫”هندال“ لور ُ‬
‫پخپله د جهانګیر قبر الهور ته نژدې په "شاه دره" کې دی‬
‫چه ښځې ئې "نور جهان" په خپله باغچه "دلکشاه" کې‬
‫ورته جوړ کړ‪ ،‬چه د معماري عالي هنر پکې پکار لویدلی‪.‬‬
‫خپله جهانګیر د باغچو جوړولو او د میناتور مینه درلودله‬
‫چه دا د میناتور هنر لیکوال‪ ،‬شاعر او نظامي رهبر بابر‬
‫پاچا له ځان سره له "فرغانې" څخه کابل ته او بیا هند ته‬
‫انتقال کړل شو‪.‬‬
‫‪475 of 1205‬‬

‫مګر لدغو ټولو ګرګاني شاهانو څخه د شاه جهان د‬


‫واکمني دوره ډیره وځلیدله او هم د دولت خزانې ډیره غنا‬
‫درلودله‪ .‬دولت له بل هر وخت نه موړ وو او هم د شاه جهان‬
‫الس د عمارتونو په جوړولو کې له بلې هرې مرحلې نه‬
‫زیات خالص او سخاوت مند وو‪ .‬چه د نوموړي شخصي‬
‫ذوق پکې شریک وو‪ ،‬په سپین مرمر ئې پام وو چه سپین‬
‫مرمر په راجستان کې د "سامبرداوبوګول" په غرب کې‬
‫پروت د "مکارانا" له ځای نه ئې‪ ،‬چه ډهلي څخه ‪ ۳۰۰‬کیلو‬
‫متره لیرې وو راووړ‪.‬‬
‫په ډهلي کې د "الل کال" شاهکار تر څنګ په آګره‬
‫کې د ابدي یادګار "تاج محل" د جوړیدلو زمانه ال نن هم‬
‫د عظمت تاریخي یو داستان دی‪ .‬چه حیرانونکي السونه‬
‫او پکرونه سره یو ځای شوي دي او د تاج محل په نوم یو‬
‫اثر ترې پاته دی چه په ځانګړی توګه باید ولیکل شي‪.‬‬
‫په کال ‪۱۶۳۰‬م ‪۱۶۳۱ -‬م میالدي چه کله شاه جهان د ډکن‬
‫په سفر کې وو د "ممتاز محل" د مرګ خبر ور ورسید چه‬
‫په اوالد مړه شوې وه‪ .‬او پدې خبر د شاه جهان غم د هغه‬
‫په ویښتانو کې دومره ژر معلوم شو چه خلک ئې په لیدلو‬
‫‪476 of 1205‬‬

‫حیران پاته شول‪ ،‬چه څرنګه ئې د سر ویښتان داسې ژر‬


‫سپین شول‪ .‬او په همدې کال ئې د یوې آبدې د جوړولو‬
‫تصمیم ونیوو‪ ،‬چه هماغه تاج محل وو‪ .‬د تاج محل آبده د‬
‫‪ ۲۲‬کلونو په موده کې جوړ شوله‪ ،‬چه د ګومبزې د قبې‬
‫لوړوالی ئې له ځمکې ‪ ۸۲‬متره دی‪.‬‬
‫د آبدې د ګومبزې د ُقبې د جوړولو ځانګړي معماري‬
‫ته له استانبول څخه راغوښتل شوی "اسماعیل افندي" په‬
‫غاړه واخستله‪ .‬شاه جهان غوښتل چه د جمنا د سین بله‬
‫غاړه کې هم تاج محل ته مخامخ ځانته جال د تاج محل په‬
‫څیر آبده جوړه کړي‪ .‬مګر د خپل زوی په الس په زندان‬
‫کې ولوید او د خپل قبر د جوړیدو آرمان ئې پاته شو‪ .‬مګر‬
‫اوس د هماغه تاج محل د عمارت دننه کې د خپلې ښځې‬
‫خوا ته ښخ شوی‪ .‬د آبدې څلور لوړې دروازې ‪ ۳۲‬متري‬
‫جګې دي‪.‬‬
‫او کله چه شاه جهان ئې لیدلو ته وروغوښتل شو او د تاج‬
‫محل آبده سر ته رسیدلې وه‪ ،‬نو ئې ډیر خوښ شو‪ .‬او دا‬
‫بیت ئې ورته ولیکه‪:‬‬
‫‪477 of 1205‬‬

‫نمود این عمارت بنا روزګار‬


‫که ظاهر شود صنعت کردګار‬

‫همداسې په ډهلي کې د الل کال ټول دیوالونه له سره ریګ‬


‫څخه د جوړو شوو تیږو په علت په الل کال یادیږي‪.‬‬

‫نوټ‪" :‬ما په کال ‪۱۹۷۵‬م کې د دغه تاریخی الل کال د‬


‫
 یادګار د دننه قصر په یوه دیوال دا بیت ولوست‪:‬‬

‫اګر فردوس روی زمین است‬


‫همین است همین است و همین است‬

‫همدا بیت بیرته د افغانستان مخې ته ودرولم چه ‪ ۲۵۰‬کاله‬


‫د افغان په پاچایانو تیر شوی وو‪ ،‬مګر د وداني د فخر او‬
‫عمران داسې کوم یادګار ترې پاته شوی نه وو‪ ،‬چه د هغو‬
‫پاته ودانیو په تاریخ تش دوه پاڼې ال ولیکل شي‪.‬‬

‫د هند دواکمنانو او د هغوی له ذوق او خدماتو څخه د پاتو‬


‫یادګارونو له لیکلو څخه مقصد همدا زموږ د خپل هیواد د‬
‫‪478 of 1205‬‬

‫درد لیکل دي چه د اوسیدونکو خصلت او ذهنیت ئې‬


‫وپیژنو‪ .‬چه هغه ودان کورونه او دولتي عمارتونه چه په‬
‫پایتخت کې د پیړیو په تیریدلو او زحمتونو او زیار جوړ‬
‫شوي هم وو‪ ،‬د خپلو اوسیدونکو په السونو کې مګر د‬
‫شوروي اتحاد په وسلو له ‪۱۹۹۲‬م څخه بیا تر ‪۱۹۹۶‬م‬
‫پورې چور او بیا وران او کنډواله شول‪ .‬چه دا د نامردي‬
‫او شرم تاریخ "‪۱۹۹۲‬م ‪۱۹۹۶ -‬م" به تل او تل د هیواد په‬
‫لویه محکمه کې له محاکمې الندې پاته وي‪ .‬یوازې موږ چه‬
‫کوم مشهور باغ درلود بیا هم زموږ د خپلو پاچایانو د الس‬
‫نښه نه وه‪ ،‬بلکه د بابر پاچا د یو تُرک د الس نښه وه چه‬
‫زموږ د خلکو په الس او وسلو وران کړل شو او ونې ئې‬
‫چور شولې او ووهل شولې‪.‬‬

‫بله خاطره چه بیا هم د افغان د پیژندنې موضوع ده داوه‬


‫چه‪:‬‬
‫* ”یوه ورځ ماته د نوي ډهلي په هوټل کې یو احوال‬
‫راغی‪ .‬شین سهار وو‪ ،‬مګر د هوټل خاوند دروازه ووهله‬
‫وئې ویل چه‪" :‬دا څو ورځې کیږي چه یو پټان دلته راځي‬
‫‪479 of 1205‬‬

‫او ستا پوښتنه کوي‪ .‬مګر ته به وتلی وې‪ ،‬مګر دادی چه‬
‫اوس وختي راغلی غواړي تا وویني“‪ .‬ما تعجب وکړ چه له‬
‫ما سره د دې پټان څه کار دی او ما له کومه جایه پیژني؟‬
‫ما اجازه ورکړه چه سالون ته د راشي د چای فرمایش‬
‫مې ورکړ‪ .‬دا یو پښتون وو او د دې پښتانه په تخرګ کې‬
‫یو زوړ سولیدلی بکس په احتیاط ټینګ او په ډیر پام نیولی‬
‫وو‪ .‬مطلب وروسته له ډیر خوش و بوش څخه دا وو چه‪:‬‬
‫"زه خبر شولم چه یو دولتي دیپلومات شخص له‬
‫افغانستان څخه راغلی دی‪ .‬ته مې بالخره په ډیر زحمت‬
‫پیدا کړلې چه عرض ورته وکړم‪ .‬او زما عرض که ته دهند‬
‫صذراعظمې انداګاندي ته ورسوې چه زما دا د کلونو‬
‫مشکل حل شي‪ .‬نو شکر هزار بار شکر صاحب چه خپل‬
‫پښتون مې پیدا کړ‪ .‬خدای د پښتانه آباد لري صاحب‪.‬‬
‫شکر شکر ډیر ډیر له خدایه شکر صاحب‪ .‬که خدای کول‬
‫اوس به زما کار حل شي ‪ ...‬هو! صاحب!‬
‫د دې پښتانه مشکل هغه ځمکه وه چه ډیرو پخوانیو‬
‫نیکونو ئې چه کله د هندوانو وژلو ته‪ ،‬د هندوانو د عبادت‬
‫خانو او هندوانو د کورونو چورولو او ړنګولو ته راغلي وو‬
‫‪480 of 1205‬‬

‫او د هند په خاوره ئې او په ځمکو ئې جریبونه اچول‪ ،‬په‬


‫سلهاوو سلهاوو جریب ځمکې ئې ونیولې او یو او بل ته‬
‫ئې وویشلې‪ .‬د هماغو پیړیو زړه قواله ئې په خپل زاړه د‬
‫الس بکس کې ټینګه ساتلې وه چه انګریزانو په هغې‬
‫ځمکې د پارملان عمارت جوړ کړی وو‪ .‬بله ټوټه ځمکه ئې د‬
‫صدارت او د ډیرو وزارتونو د تعمیرونو له دیوالونو الندې‬
‫شوې وه‪ .‬مګر اوس ئې له "صدراعظمې اندرا ګاندي"‬
‫څخه خپله ځمکه غوښتله او راغلی وو چه زه کومک ورسره‬
‫وکړم‪ .‬او اندرا ګاندي ته په شخصي توګه ورشم او په‬
‫شخصي توګه ئې ترې وغواړم او هغه به ئې ګویا ومني او‬
‫مسله به حل شي‪ .‬او الس ته به ئې د خپلو نیکونو میراث‬
‫ورشي‪.‬‬
‫ما یوه خبره ورته وکړه چه هغه دا وه‪" :‬ګوره آشنا! کله چه‬
‫طیاره د ډهلي په هوائی میدان کې کوزه شوله او کله چه‬
‫زما سترګې له نژدې څخه د هند په خاوره او خلکو‬
‫ولګیدلې ‪،‬ما له شرمه خپل دواړه السونه په شیبو شیبو‬
‫خپلو سترګو ته ونیول‪ .‬ته پوهیږې چه ولې؟ د خپلو نیکونو‬
‫د هماغو پښتنو له کړو جنایتونو شرمیدلم‪ .‬له هند نه‬
‫‪481 of 1205‬‬

‫شرمیدلم چه په کومو سترګو ورته وګورم؟ زموږ تیر جرمونه‬


‫او جنایتونه پدې هیواد کې پاته دي او د آبادولو کوم د‬
‫فخر یادګارونه هم ترې پاته ندي‪ .‬موږ به دوی ته "خوار‬
‫هندو" ویل‪ ،‬مګر اوس خوار څوک دي؟ موږ باتور پښتانه‬
‫او که دا خوار هندوان؟ آیا تا ئې په علت پکر کړی دی؟‬
‫آرزو لرم چه که بیا په بل ځل زما لیدنې ته راشې ماته د‬
‫علت په هکله یو څو خبرې وکړې چه له تا نه ئې زده کړم‬
‫" ! ځکه چه ته په عمر له مانه ډیر مشر ئې‪.‬‬
‫او بله ورځ یو بل پښتون راغی چه بیحده زوړ او‬
‫بیحده ډنګر او په قد لوړ مګر په خوله او ژبه بیحده ځوان‬
‫او په جذبې وو‪" ،‬غازی خان آکا" نومیده‪ .‬دې غازی خان‬
‫آکا په خپلو نریو مټو لکه امبور په غیږ کې په لحظو لحظو‬
‫ټینګ نیولی ووم‪ .‬او دا خبرې ئې د ستړی مشې په هماغه‬
‫حالت کې راته کولې چه د مطالعې وړ دي‪:‬‬
‫شکر خدایه چه خپل پښتون وینم‪ .‬څه شول هغه د پښتنو‬
‫پخوانی غیرت چه هند ئې لړزاوو؟ څه شول‪ ،‬ها څه شول؟‬
‫نور ندي پاته‪ ،‬نور ندي پاته آه هغه پښتانه!؟‬
‫‪482 of 1205‬‬

‫دې سړي ته بیا د جهاد آرمان او تیرې پیړۍ ورپه یاد‬


‫شوې وې‪ .‬سلطان محمود ئې یاداوو او د شهاب الدین‬
‫غوري پوښتنه ئې کوله چه نور مړه شوي وو او پښتانه هم‬
‫مړه شوي وو‪ .‬دا سړی په تیرو کلونو کې چه کله شهزاده‬
‫سردار محمد داود خان د ننګرهار تنظیمه رئیس او ځوان‬
‫وو‪ ،‬نو دا غازي خان آکا په کوم پاڅون د دولت له تعقیب‬
‫الندې راغلی وو‪ .‬مګر هند ته ئې په تیښته پناه وړې وه او‬
‫د هند حکومت په زاړه ډهلي کې د مسلمانانو په کوڅې‬
‫کې یو کور ورکړی وو‪ .‬او هم ئې میاشتنی معاش ورته‬
‫مقرر کړی وو‪ .‬دادی چه کلونه کلونه تیر شوي وو چه په‬
‫هند کې وو او افغانستان ته بیرته نه وو تللی‪ .‬اوس یې له‬
‫مانه غوښتل چه د "پانی پت" میدان ووینم چه د پښتنو‬
‫جنګونه پکې تیر شوي وو‪ .‬او ‪ ۱۸۰‬کیلو متره له ډهلي‬
‫شمال ته پروت وو‪ .‬او ټینګ پدې وو چه ماته ووائي چه د‬
‫پانی پت د جنګ میدان په لیدلو د هماغو زمانو غیرت لري‬
‫او باید زه هم د پښتنو د هماغو وختونو باتوري او غیرت په‬
‫یاد کړم‪ .‬ګوندې خپله پښتیو وپیژنم چه مو اوس له یاده‬
‫وتلې وه او دا به د یو پښتانه لپاره یو پیغور وي چه‬
‫‪483 of 1205‬‬

‫پخواني غیرتونه نلرو‪ .‬ځکه چه په هند د جهاد لښکرې نه‬


‫باسو‪.‬‬
‫په ریل کې سپاره وو‪ ،‬ورته ومې وویل چه‪" :‬ګران‬
‫مشره غازي خان آکا! زه له تا نه یوه پوښتنه وکړم او هغه‬
‫داده چه؛ که چیرې دا د هند خلک راغلي وای او زموږ‬
‫هیواد ئې اشغال کړی وای او ستا او زما زمن ئې هم‬
‫وژلي وای‪ ،‬او زموږ کورونه ئې هم چور کړې وای‪ ،‬او زموږ‬
‫جماتونه ئې ړنګ کړي وای‪ ،‬نو آیا …‬
‫نور ئې خبرو ته پرینښودلم‪ ،‬یو په یو پاڅید پدې قهرجنه‬
‫خبره او ځواب چه‪" :‬غول به ئې خوړلي وو چه زموږ د‬
‫اسالم د مبارک دین جماتونه هندوانو وران کړي وای‪ .‬غول‬
‫به ئې خوړلي وو‪ ،‬غول پوه شوې که نه؟ دغو… دغو… دغو‬
‫بیچاره هندوانو‪ ،‬دغو کافرانو به زموږ کورونه ورانول‪ ،‬ها؟!‬
‫توبه تو به خدایه توبه!“‪.‬‬
‫ګوره غازی خان آکا! هر چا ته خپل وطن‪ ،‬خپل اوالد‪ ،‬خپل‬
‫دین‪ ،‬شرف او ژوند قدر لري‪ .‬هندو او پښتون‪ ،‬کافر او‬
‫مسلمان نغواړي‪ .‬موږ همدا کارونه کړي دي‪ ،‬لږ شانته له‬
‫جذبې راتیر شه او د ټولو انسانانو د ژوند کولو په حق لرلو‬
‫‪484 of 1205‬‬

‫پکر وکړه‪ .‬هر چا ته خپل اوالد خپل ناموس عزیز وي‪ .‬دا‬
‫ته ولې له افغانستان څخه فراري راغلې او هند ته د پناه‬
‫راوړې ده؟ آیا کوم هندو هم د خپل دولت او حکومت له ظلم‬
‫او بیعدالیتو څخه افغانستان ته پناه وړې؟ ها! ووایه ووایه‬
‫غازي خان آکا حقیقت ووایه!!“‪.‬‬
‫غازي خان مې لید چه یو په یو په ژړا او حتی په کوکو‬
‫شو‪ ،‬پدې اوښکو چه‪:‬‬
‫”وطن مې یادیږي وطن مې! کلی کور مې یادیږي‪ .‬خپل‬
‫د وطن غرونه مې یادیږي‪ .‬له ما سره کومک وکړه‪ .‬زه خبر‬
‫شوی یم‪ ،‬ماته ئې وویل چه ته د جمهور رئیس سردار‬
‫محمد داود خان نژدې همکار ئې‪ ،‬نو ماته له هغه نه یو‬
‫فرمان واخله چه وطن ته والړ شم او ما پسې ماسل راونه‬
‫لیږي‪ .‬زه اوس زوړ شوی یم‪ ،‬که زما تیره ګناه وبښي ‪ ...‬له‬
‫ماسره کومک وکړه“‪*.‬‬

‫که مونږ زاړه شوي هم وو او که زمونږ په ژوند ډیرې پیړۍ‬


‫تیرې شوې هم وې‪ ،‬مګر د انساني پکر کولو جوهر مو‬
‫نوی شوی نه وو‪ .‬چه زمونږ قضاوت زمونږ د خپل "زوړ او‬
‫‪485 of 1205‬‬

‫جاهل زه" له منګولو نه نجات ومومي او مونږ بیرته ژوند او‬


‫خپل ځان ته نژدیکړي‪ ،‬چه هم بیرته د دې پوښتنې ځواب‬
‫واورو چه ولې "نیک" نه یو؟ او ولې مو نیک پکر پیدا نکړ؟‬
‫اصالً داسې نیکه پوښتنه په مونږ کې پیدا نشوله او په‬
‫ځای ئې په متجاوز آرمان او خصلت تړلي وساتلو‪ ،‬چه تل‬
‫د سلطان محمود زاړه جنایتکاره خوبونه رانه چارپیر وو‪.‬‬
‫کله چه مونږ بیا د بابر پاچا او د قطب الدین آیبک د‬
‫آبادولو د تاریخ څخه څو خبرې لیکو‪ ،‬مانا ئې دا ده چه‬
‫مونږ د خپلو پښتنو واکمنانو د دننه درون مائې څیړنه‬
‫کوو‪ .‬چه د یو انساني ظریف ذوق او تالش نښې ئې په‬
‫افغانستان کې په یو تاریخي یادګار پاته نشولې‪ ،‬پدې‬
‫افسوس چه څومره په خپل دننه جهان کې دوی په ذوق او‬
‫د یو آبادونکي احساس لرونکي انسان انساني پکر څخه‬
‫پردي پاته شوي وو‪.‬‬
‫دا زموږ د وطن د پاچایانو د پیژندلو په هکله هم‬
‫همدا د افسوس موضوع ده پدې مطلب چه د دوی د دننه‬
‫جهان په آرمانونو کې څرنګه تیارې پرتې وې‪ .‬کافي ده چه‬
‫د تیمور شاه د زوی زمان شاه په دننه کې د پراته "زه"‬
‫‪486 of 1205‬‬

‫آرمان ته د خپلو وزیرانو‪ ،‬درباریانو او قوماندانانو له خوا‬


‫رسیدلي غږونه واورو‪ ،‬چه د نوموړي د نیکه د جهاد کیسې‬
‫به ئې ورته کولې‪ .‬له غزنویانو او د غور شاهانو له جهاد‬
‫څخه به ئې شعرونه ورته ویل‪ .‬د هر مجلس په پای کې به‬
‫ئې ورته دا ویل چه "په تا کې ستا د نیکه د ابدالي احمد‬
‫شاه نښې پرتې دي‪ .‬په تا کې هماغه د جهاد جذبه وینو!‬
‫زمانشاه چه له یوې خوا د خپل ناسکه ورور سترګې‬
‫ویستلې وې او د هغه ړانده شوي ورور‪ ،‬د بل کشر ورور‬
‫”محمود“ دښمني ئې ګټلې وه‪ ،‬نو شاه زمان ئې دې ته‬
‫پرینښود چه دوه شپې د کابل په باالحصار کې آرامې‬
‫تیرې کړي‪ .‬کله به چه شاه زمان د هند په لور لښکرې‬
‫وویستلې "محمود" ورور به ئې د ایران واکمنانو ته پناه‬
‫ویوړه او له هغه ځایه به ئې په شاه زمان د ایران لښکرې‬
‫راوویستلې‪.‬‬
‫کافي ده چه د یوې وړې منظرې کیسه ووینو‪:‬‬

‫**چه کله به د کابل له باالحصار نه د ډولونو او نغارو‬


‫غږونه واوریدل شول‪ .‬د باالحصار په ملنو کې به په لسهاوو‬
‫زره سر لوڅي‪ ،‬پوښې لوڅي تورې‪ ،‬تبرونه‪ ،‬غیشي او‬
‫‪487 of 1205‬‬

‫لیندې په السونو کې د جهاد د اهلل اکبر په نارو له مختلفو‬


‫سیمو څخه د راټولو شوو ډلو لیکې به والړې وې‪ .‬او بله‬
‫خوا به په آسونو سپاره پوځیانو د "زمان شاه" راکوزیدلو‬
‫ته انتظار ویست‪ .‬په هغې ورځې به د جهاد خیراتونه‬
‫شوي وو‪ .‬پوسونه به حالل شوي وو‪ .‬دیګونه به باندې شوي‬
‫وو‪ .‬هره خوا به دعاوې کیدلې او د زمان شاه په سر به‬
‫مالیانو قران نیولی وو‪ .‬او کله به چه زمان شاه په خپل آس‬
‫پوښه واړوله د یو قیامتي غږ او غریو له څپو سره به ډولونه‬
‫او د جهاد نغارو ټوله فضا ولړزوله‪ .‬او د لسهاوو زرو له‬
‫خولو څخه به د اهلل اکبر غږ څو څو ځله پاڅید‪ .‬نو به زمان‬
‫شاه د خپل آس له سره په توندو سترګو خپله توره له کیتې‬
‫څخه راوویستله او د تورې څوکه به ئې نیغ په نیغه د هند‬
‫په لور ونیوله‪ .‬چه دا به د حرکت فرمان وو او د جهاد‬
‫نظامي لښکرې او په آسونو سپرو پوځیانو او بله خوا‬
‫پیاده کسانو به په اوږدو اوږدو لیکو وخوځیدل‪ .‬د دې پیاده‬
‫سر لوڅو او پوښو لوڅو له منډو څخه به دوړې پورته‬
‫شولې‪ .‬چه د اسالم او د جهاد په جذباتو او د راتلونکي‬
‫جنګ او چور په ذوق به د دوی اوږدې اوږدې ګیرې‪،‬‬
‫‪488 of 1205‬‬

‫توندې توندې د خشم سترګې او خیرن خوار کالي‪ ،‬دا ټول‬


‫د فقر او د جهالت څهرې وې‪ .‬دا له انساني روح څخه‬
‫پردي شوي وو‪ .‬او د دوی د ژوند او وجود رګونه د ګناه او‬
‫جرمونو له تیارو څخه ډک وو‪ ،‬چه هند ته ئې هماغه د‬
‫اسالم د جنایت او جنون تیارې وړلې‪ .‬دوی به د خپل وطن‬
‫د آبادولو په ځای به یو بل وطن وراناوو‪.‬‬
‫مګر کله به چه یا آباسین څخه آووښتی وو او یا به ال‬
‫د خیبر په غرونو کې وو‪ ،‬نو یو په یو به مخبر سوارکاران‬
‫شاه زمان ته ځانونه راورسول او د "محمود" له خوا په‬
‫هرات د حملې خبر به ئې ورکړ‪ .‬نو هماغه پوځ او پیاده به‬
‫بیرته د افغانستان په لور په بیړه په حرکت راغلل‪ .‬او کله به‬
‫چه بیا تر هرات پورې ورسید‪ ،‬نو محمود به بیرته ایران ته‬
‫تښتیدلی وو‪ .‬دغه ټول مصرفونه‪ ،‬منډې را منډې او ټولې‬
‫ستومانۍ د افغانستان د هیواد د یو پاچا د پاچائي د پیل‬
‫او د پای کلونه ونیول‪ .‬چه څو څو ځله دا خبره تکرار شوه‬
‫او تر آخره پورې به چه پوځونه آباسین ته ورسیدل نو د‬
‫ایران په مټ او د ایران په پالن به محمود بیا راښکاره شو‬
‫او هرات او قندهار به یې ونیوو‪ ،‬او بیا به بیرته ایران ته‬
‫‪489 of 1205‬‬

‫وتښتید‪ .‬چه بیا شاه زمان د ډیرو ستومانیو او منډو‬


‫رامنډو په علت له پوښو څخه ولوید او د محمود الس ته‬
‫ورغی‪ ،‬چه په سترګو ئې میل کش کړ او ړوند ئې کړ‪.‬‬
‫محمود د خپل ورور انتقام واخیست او په تخت کشیناست‬
‫او "شاه محمود" پاچا ترې جوړ شو‪ .‬دا یو اووړ مثال‬
‫وو‪**.‬‬

‫اوس به بیرته هند ته مخ واړوو او وبه ګورو چه نورې کومې‬


‫آبادۍ د شاه جهان له خوا جوړیشولې‪" .‬پروفیسور‬
‫سرکار" لیکي چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬هغه قصرونه چه د شاه جهان له خوا د آګرې د حصار‬
‫دننه جوړ شول‪ ،‬مصرف ئې شپږ میلونه روپۍ‪.‬‬
‫‪ .۲‬د تاج محل مصرف پنځلس میلونه روپۍ‪.‬‬
‫‪ .۳‬د الل کال دننه د قصرونو د جوړولو مصرف پنځه میلونه‬
‫روپۍ‪.‬‬
‫‪ .۴‬د شاه جهان آباد د حصار د دیوالونو مصرف څلور‬
‫سوه زره روپۍ‪.‬‬
‫‪ .۵‬د ډهلي د عید ګاه جمات مصرف پنځوس زره روپۍ‪.‬‬
‫‪490 of 1205‬‬

‫‪ .۶‬د الهور په حصار کې قصرونه‪ ،‬باغچې‪ ،‬د حوضونو‬


‫او د اوبو د سستم مصرف پنځه میلونه روپۍ‪.‬‬
‫‪ .۷‬په کابل کې جمات‪ ،‬قصر‪ ،‬ښار د حصار دیوالونو‬
‫مصرف یو میلون روپۍ‪.‬‬
‫‪ .۸‬په کشمیر کې قصر او باغچې مصرف آته سوه زره‬
‫روپۍ‪.‬‬
‫‪ .۹‬په کندهار‪ ،‬د ُبست او زمینداور د ښار حصار او‬
‫کالوې آته سوه زره روپۍ‪.‬‬
‫‪ .۱۰‬په اجمیر او احمد آباد کې مختلف عمارتونه دولس‬
‫سوه زره روپۍ‪.‬‬
‫‪ .۱۱‬د "موهلیسپور" په سیمه کې قصرونه شپږ سوه زره‬
‫روپۍ‪.‬‬
‫‪ .۱۲‬په همدې سیمه کې د "داراشکوه" لپاره قصر دوه‬
‫سوه زره روپۍ‪.‬‬
‫جمعا َ "‪ "۲۷،۲۵۰۰۰۰‬روپۍ‪.‬‬
‫په کابل کې د ښار له دیوالونو څخه مقصد د‬
‫باالحصار له شمالي الندې ملنې څخه تاو شوي دیوالونه‬
‫وو چه یو څو دروازې ئې هم درلودلې او دیوې دروازې نوم‬
‫‪491 of 1205‬‬

‫ال تر ننه هم د "الهورۍ دروازه" ده‪ ،‬چه په هماغه نوم‬


‫یادیږي‪ .‬او له قصر څخه مقصد هماغه عمارت وو چه یو‬
‫وخت د شوروي اتحاد سفارت وو‪ ،‬د ننی پامیر سینما او د‬
‫شمال په لور د کابل د سین په ساحه کې د لوی باغ دننه‬
‫آباد شوی وو‪ .‬او له حصار برج څخه مقصد "ممکن" د‬
‫”شارارا“ برج به وو‪ ،‬چه قطعي نشي ویل کیدلی‪ ،‬ځکه چه‬
‫د ماخذ کموالی انسان په شک کې آچوي‪ .‬مګر مهم‬
‫خصوص دادی چه کابل ته هم د آبادي السونه رارسیدلي‬
‫وو‪.‬‬
‫یوه بله موضوع د پیسو موضوع ده‪ .‬داسې چه د‬
‫”اکبر نامې“ د کتاب د لیکونکي له خوا د ګرګاني واکمني‬
‫هم پیسو ته‪ ،‬هم ارزاني ته‪ ،‬هم تجارت ته او هم په هند‬
‫کې د نساجي او صنایعو ټولو اړخونو ته په تفصیل اشاره‬
‫شوې ده‪ .‬پیسې له سرو زرو او له سپینو زرو او له مسو‬
‫څخه جوړیشوې وې‪ .‬د سرو زرو د پیسو نوم " ُمهر" وو او‬
‫د سپینو زرو د پیسو نوم "روپۍ" او د مسو د پیسو نوم‬
‫”دام“ وو‪ .‬د روپۍ وزن "‪ ۱۲،۲‬ګرام" وو‪ ،‬چه یوه نقره ئې‬
‫روپۍ هم په وړو وړو پیسو میده شوې وه تر"‪ "۱/۲۰‬پورې‪.‬‬
‫‪492 of 1205‬‬

‫د "دام" پیسه له روپۍ څخه ‪ ۴۰‬ځله په کم قیمت وه‪ .‬او ‪۱۲‬‬


‫ګرام وزن ئې درلود‪ .‬دام هم په وړو وړو پیسو سره میده‬
‫شوې وه چه قیمت ئې له "‪ "۱/۸‬له دام څخه ټیټ راته‪ .‬او‬
‫یوه طالئي روپۍ " ُمهر" مساوی وو په ‪ ۱۲‬د سپینو زرو په‬
‫روپیو‪ .‬او وړه ترینې پیسې نوم "چیتل" وو‪.‬‬

‫قیمتونه‪:‬‬
‫یو من "‪ ۱۴‬کیلو" غنم قیمت = ‪ ۱۲‬دام‪.‬‬
‫د من پوسه غوښه = ‪ ۶۵‬دام‬
‫د عادی ترین روزمره مزدور مزد چه کوم تخصص ته‬
‫ضرورت نه وو‪ ،‬بلکه جوالي ګري او یا د اوبو د سقاو‪،‬‬
‫روزمره مزد له ‪ ۲‬تر ‪ ۷‬دام پورې وو‪ .‬او د یو ماهر کارګر‬
‫روزمره مزد کوالی شولی چه ‪ ۸‬کیلو غنم واخلي او یا یو‬
‫نیم کیلو د پوسه غوښه واخلي‪.‬‬
‫په هغو زمانو کې له هند څخه اروپا ته ډیر پیداوار‬
‫صادریدل‪ .‬د مثال په توګه‪ :‬په ‪۱۶‬مه پیړۍ کې انګلستان له‬
‫هند څخه ‪ ۲۰۰۰‬ټن مرچ آخستل‪.‬‬
‫‪493 of 1205‬‬

‫په داخلي تجارت کې له غویو او اوښانو کار آخستل‬


‫کیده‪ .‬خصوصا َ په غویو باندې بار شوي او یا د غویو له‬
‫خوا د هغو شیانو بارونه چه تش کیدل او لیرې والیتونو‬
‫څخه به نورو لیرې والیتونو ته غنم‪ ،‬وریجې‪ ،‬مالګه او نور‪،‬‬
‫نو اوږده زیات کاروانونه به ترې جوړ شول‪ .‬پدې کاروانو‬
‫او د بار په وړلو کې کسانو ټول ژوند به هم په سفر کې‬
‫تیریده‪ .‬بل هیڅ کار به ئې ندرلود او له خپل کور اور او‬
‫اوالدو سره به لوی شول او د همدې اوږدو کاروانونو په‬
‫اوږدو الرو کې به فامیلونه زاړه شول‪ .‬مګر دا د ‪ ۱۰۰۰۰‬او‬
‫‪ ۱۲۰۰۰‬د غوایانو کاروانونه به د هند په موسم کې خپل‬
‫مشکالت هم درلودل‪ .‬پدې مانا چه د باران او برسات په‬
‫موسم کې کاروانونه به ټپ والړ وو‪ .‬او یا پداسې سیمو او‬
‫موسم کې د هغوی تګ ناممکن وو چه سیمه کې به واښه‬
‫نه وو او موسم او سیمه به وچه وه‪ .‬چه په هر غوائي به‬
‫‪ ۱۵۰‬کیلو ګرام بار بار شوی وو‪.‬‬
‫بهر تجارت‪ ،‬الهور له کابل سره او ملتان له کندهار‬
‫سره د اوښانو په بارونو تړل شوي وو‪ .‬له الهور څخه کابل‬
‫‪494 of 1205‬‬

‫ته په کال کې ‪ ۳۰۰۰‬اوښان راتلل‪ ،‬چه بیا به ترکستان ته‬


‫انتقال کیدل‪.‬‬
‫مګر کله چه په کال ‪۱۶۱۵‬م کې د هند په بحر کې د‬
‫انګریزانو او د پرتګالیانو تر منځه جنګونه پیل شول‪ ،‬نو د‬
‫ایران او هند تر منځه د بحر له الرې د تجارت ځای وچې‬
‫ونیوو‪ .‬نو له الهور څخه به ‪ ۱۲۰۰۰‬تر ‪ ۱۴۰۰۰‬اوښان د‬
‫تجارت په مالونو باریدل‪ .‬او هغه تجاریي کشتۍ به چه له‬
‫اروپا څخه هند ته او بیا بیرته اروپائي هیوادونو ته‬
‫ستنیدلې پدې مزله به پوره یو کال تیریده‪ .‬او هغه شیان به‬
‫چه په هند کې مثالً په ‪ ۱۰۰۰۰۰‬انګریزي پیسو آخستل‬
‫کیدل‪ ،‬بیرته به همدا شیان په لندن کې په ‪۴۹۲۰۰۰‬‬
‫انګریزي پیسو په لوړه ګټه خرڅیدل‪.‬‬
‫د تَللو وزن "من" وو او عموما َ من = ‪ ۱۴‬کیلو وو‪ .‬او یو‬
‫من "‪ ۴۰‬سیر" وو‪ .‬او بل "ګز" وو چه کالي پرې اندازه‬
‫کیدل‪ .‬یو ګز مساوی وو په ‪ ۷۸‬سانتی متر‪ .‬خصوصا َ چه‬
‫د هند د پنبې منسوجات په هر ځای کې لکه چین‪ ،‬لکه‬
‫افریقائي ځینې هیوادونه او اروپا کې شهرت درلود‪ .‬یوازې‬
‫په ‪۱۷‬مه پیړۍ کې د انګلستان له خوا د آخستل شوو‬
‫‪495 of 1205‬‬

‫منسوجاتو اندازه ‪ ۲۰۰۰۰۰‬پارچې وې‪ .‬یوه پارچه = ‪۱۰‬‬


‫متره‪.‬‬
‫بله موضوع په هغې تاریخي مرحلې کې ژبه وه‪:‬‬
‫‪ .۱‬د ګرګاني فامیل تر خپلو منځو او د ترکي پوځ په منځ‬
‫کې تُرکي وه‪.‬‬
‫‪ .۲‬مګر د رسمي او دولتي فرمانونو ژبه فارسي وه‪.‬‬
‫‪ .۳‬عام خلک اکثرا ً په هندي ژبه غږیدل‪.‬‬
‫کله چه د ګرګاني شاهانو له هند سره په ارتباط او د‬
‫خپلو شخصي او شاهي ذوق او سلیقې سره په ارتباط‬
‫څو اړخونه په هغې مرحلې کې مطالعه کړو‪ ،‬د کلیوالو تر‬
‫ژوند پورې او خصوصا َ د افکارو او عقیدو د آزادي په‬
‫رامنځ ته کیدو او د واکدارانو د صالحیت او واکمني تر‬
‫څنګ د دوی د یو ژور مسئولیت احساس‪ ،‬د خپل عصر د‬
‫انساني حق او دیموکراسي ځالنده مرحله په ملړي ځل د‬
‫هغه وخت د پیژندل شوي جهان په بل هیواد کې له هند نه‬
‫پرته وجود ندرلود‪ .‬آن تر دې چه د ترجمو له الرې د عقیدو‬
‫تر منځه د شناخت او یو د بل د عقیدو په پوهیدلو ډیرو‬
‫مسلمانانو له اسالم څخه یا براهمانیزم او یا بودیزم ته‬
‫‪496 of 1205‬‬

‫مخه کړه‪ .‬دا ځکه چه نور ئې د اسالم آیت او حدیث په پټو‬


‫سترګو نه لوست او نه ئې هم د عربو له خولو څخه د‬
‫هغوی زاړه په نقلي توګه نقل کول‪ ،‬او نه ئې نور په پټو‬
‫سترګو بیانول یا منل‪ .‬بلکه د نورو عقیدو د ترجمو‬
‫لوستونکي ته د خپل عقل او قضاوت په همکاري خپل آزاد‬
‫شخصیت هم باښه‪ .‬ځکه چه په انتقاد او منلو کې ئې‬
‫شریک شوی وو او د خپل اخالقي انتخاب له تلې او تیږې‬
‫ئې د کتاب مطن لټاوو‪ .‬نه چه وډار شي چه ګناه کار به‬
‫شي‪ .‬نه چه له عقیدې څخه مقصد دوزخ په منځ کې وي‪.‬‬
‫بلکه خپل روح ئې بیرته په خپل ځان کې موندلی وو‪.‬‬

‫مګر افسوس دادی چه کله "اورنګ زیب" په تخت‬


‫کشیناست د واکمني په ملړیو څو میاشتو کې ئې ‪۵۰۰‬‬
‫معبدونه چه فوق العاده پخواني تاریخي یادګارونه وو او‬
‫فوق العاده په زیار او زحمت او په لوړو معماري هنرونو او‬
‫په فوق العاده پاکو او راسخو عقیدو جوړ شوي وو ونړول‪.‬‬
‫چه د عقیدت مندانو د کلونو خولې پرې مصرف شوې وې‬
‫او د خپل عصر د ښکالوو او د زیاتو مصرفونو میراث وو‪.‬‬
‫‪497 of 1205‬‬

‫مګر ټول د مالیانو د بیا د واکمني او د تعصب او‬


‫اسالمي خشم له راپاریدو سره له خاور سره خاورې‬
‫شول‪ .‬او هغوی چه له اسالم څخه د هند د فرهنګ پراخې‬
‫ملنې ته آووښتي وو‪ ،‬ټول د اورنګ زیب په امر ونیول شول‬
‫او د اسالم د شریعت ُدرو او تیغ ته د کفر په فتوا وسپارل‬
‫شول‪ .‬د "اورنګ زیب" له شاوخوا تاوشوو څخه بیا د جهاد‬
‫آواز پورته شو‪ .‬او هغو پښتنو مشرانو او پوځیانو چه تر‬
‫دې مودې د ډهلي د واکمنانو په دښمني له مخالفت او‬
‫جنګ څخه کار آخیست‪ ،‬دادی چه د اورنګ زیب له‬
‫شاوخوا تاو شول او د جهاد امر ته یې انتظار ویست‪ .‬دا‬
‫جهاد او جنایت اورنګ زیب تر ‪ ۹۰‬کلني عمر او تر ‪۵۰‬‬
‫کلني اوږدې واکمني پورې‪ ،‬بې لدې چه حتی یوه میاشت‬
‫بې له جنګ او جهاد څخه په خپل کور او یا پایتخت ډهلي‬
‫یا آګرې کې تیره کړي‪ ،‬چه ال به ئې ال هم په خپل‬
‫همداسې ژوند او جهاد فخر کاوو‪ .‬او خپلو پوځي‬
‫قوماندانانو ته به ئې د اسالم د مال تړ په صفت ځان‬
‫بیاناوو‪.‬‬
‫‪498 of 1205‬‬

‫مګر د اورنګ زیب له مرګ نه وروسته هغه څه چه پاته‬


‫شول د انحطاط او زوال هر اړخیزه نښې وې‪.‬‬
‫د پنځسو )‪ (۵۰‬کلونو جنګ او جهاد یوه داسې قحطی‬
‫راوستله چه ډیر ځله په ډیرو سیمو کې هلته چه د جنګ او‬
‫فرار او مرګ تیارې پرتې وې‪ ،‬ویل شوي دي چه په لسو‬
‫فامیلونو کې پنځو فامیلونو نور خپل اوالدونو ته په ورځ کې‬
‫تش یو ځل د ډوډۍ ورکولو توان ندرلود‪ .‬ډیر ځله به له ‪۵‬‬
‫تر ‪ ۷‬ورځو د یو ځل خوراک امید وو‪ .‬چه دا د تدریجي‬
‫نابودي او مرګ ناوړه شرطونو د هند ډیر فامیلونه له‬
‫عمومي مرګ سره مخامخ کړل‪ .‬ورسره څو کاله وچکالي‬
‫هم ښکاره شوله‪.‬‬
‫د اورنګ زیب د زمنو تر منځه د نفاق او جنګ د اور ملبو د‬
‫تخت په سر په کلونو بلې او سوزونکې پاته شولې‪ .‬او دا‬
‫هغه نښې وې چه د ګرګاني "بابر پاچا" په هند کې اقتدار‬
‫نور پای رارسیدلی وو‪ .‬ځکه چه نور د هیڅ واکمن له خوا له‬
‫اورنګ زیب نه وروسته د واکمني لیاقت او استعداد چه د‬
‫خلکو په ګټه وي ښکاره نشول‪.‬‬
‫‪499 of 1205‬‬

‫د اسالمي تور تعصب تیارې بیا بیا راښکاره شولې او د‬


‫هند د خلکو او خاورې په سر په وژلو او په ړنګولو‬
‫ولویدلې‪ .‬چه دا وخت په هند کې د انګریزانو د ځای په‬
‫ځای کیدو وختونه هم وو‪.‬‬

‫***‬
‫‪500 of 1205‬‬

‫د افغانستان په نوم د یو هیواد د جوړیدلو په لور‬


‫‪-‬ت‪-‬‬

‫د اورنګ زیب په ‪ ۵۰‬کلنې واکمني کې د کندهار‬


‫نظامي چوڼۍ د ایران له تسلط الندې وه او د اورنګ زیب‬
‫زمنو په خپل خپل وار د کابل صوبه داران وو‪ .‬ال په کال‬
‫‪۱۶۲۲‬م کې د ایران د "ملړی عباس" واکمن له خوا چه کله‬
‫کندهار ونیول شو‪ ،‬نو په کندهار کې اوسیدونکي "ابدال"‬
‫قام کرار کرار د هرات په لور وخوځیدل‪ .‬او په مقابل کې‬
‫کندهار د "غلجي قام" څخه ډک شو چه په تدریج ورغلل‪.‬‬
‫په هغه وخت کې چه د اورنګ زیب زوی "شاه عالم‬
‫بهادر شاه" د ډهلي پاچا شوی نه وو‪ ،‬او د کابل صوبه‬
‫دار وو نو‪ ،‬د غلجیو له قام سره یې اړیکې ټینګې کړلې او‬
‫د ایران په ضد ئې همیشه ملسول‪ .‬چه په کندهار کې د‬
‫ایراني حاکمانو په ضد شورش وکړي‪ ،‬او پیسې ئې هم په‬
‫پټه ورکولې‪.‬‬
‫بله خوا "شاه عالم بهادر شاه" په خپل پوځ کې‬
‫پښتانه ونیول‪ ،‬مګر د پکتیا د غرنیو سیمو له پښتنو قامونو‬
‫‪501 of 1205‬‬

‫سره ئې ډیر ځله برخوردونه وشول‪ .‬حتی په کال ‪۱۷۰۲‬م‬


‫کله چه له پښتنو څخه "پردل خان" نومی یو حکومتي‬
‫همکار له خوست څخه کابل ته په راتلو وو‪ ،‬مګر له خپلې‬
‫ډلې سره ټول د پکتیا په سیمه کې ووژل شول‪ .‬نو شاه‬
‫عالم د هغې سیمې د پښتنو مشران راوغوښتل او د الرو د‬
‫امنیت سپارښتنه ئې وکړه‪ .‬او د الرو د امنیت په خاطر‬
‫ئې د قام مشرانو ته پیسې ورکولې‪.‬‬
‫او کله چه شاه عالم د ډهلي په تخت کشیناست‪،‬‬
‫مګر د کندهار مسله ئې هیره نکړه‪ .‬دا پداسې وخت کې‬
‫وو چه د ایران واکمنان کمزوري شوي وو او شاه عالم له‬
‫همدې فرصت نه استفاده وکړه او د یو غلجې مشر په‬
‫پلټنه پسې شو‪ ،‬کوم چه دا سړی به ډیر ځله د خپل تجاري‬
‫کارونو په علت په ډهلي کې وو چه "میرویس" نومیده‪ .‬په‬
‫قام غلجی هوتک وو او د کندهار او هند تر منځه لوی‬
‫تاجر وو‪.‬‬
‫بله خوا په کال ‪۱۷۰۲‬م په ګرجستان کې د والي په‬
‫مقام "ګرګین خان" یا "یورګي خان" بیرته د ایران په ضد‬
‫قیام کړی وو‪ ،‬مګر سرکوب شو‪ .‬بیا ایراني واکمنانو‬
‫‪502 of 1205‬‬

‫وباښه نو ئې له ګرجستان څخه لیرې د تبعید په مقصد د‬


‫کندهار د حکمراني مقام ورکړ‪ .‬او له قوي پوځ سره چه‬
‫کله کندهار کې وو کرار کرار ئې د "میرویس خان" له‬
‫قامي رسوخ څخه شک راغی او ګرفتار ئې کړ‪ .‬او الس‬
‫تړلی ئې د ایران پایتخت "اصفهان" ته په تبعید واستاوو‪.‬‬
‫میرویس خان د اصفهان په دربار کې د حزب بازیو‬
‫نفاق لید او بالخره ئې خپل ځانته ځای پکې پیدا کړ او‬
‫حج ته ئې اجازه تر السه کړله‪ .‬او کله چه حج ته ورسید‪،‬‬
‫نو د هغه ځای له اسالمي مشرانو څخه ئې پدې پوښتنې‬
‫شرعی فتوا وغوښتله چه‪:‬‬
‫”… د دغې سیمې خلک د ایران په شرق کې او هند ته‬
‫نژدې ژوند کوي مګر اوس ئې په سر یو کافر مقرر شوی‬
‫دی‪ .‬دوی په جماتونو کې د دریو ملړنیو خلیفه ګانو‬
‫”ابوبکر‪ ،‬عمر او عثمان" نومونو ته کنځلې کوي‪ .‬دوی‬
‫رافظی "شعیه دي“‪ .‬نو که چیرې د دې سیمې د مختلفو‬
‫"سني" مذهبه دي عصیان وکړي او‬ ‫قامو خلک چه ټول ُ‬
‫"سني"‬‫جنګ وکړي او یا که دا خلک خپله سیمه د هند ُ‬
‫‪503 of 1205‬‬

‫واکمنانو ته تسلیم کړي‪ ،‬آیا پدې دواړو حاالتو کې د‬


‫اسالم د شریعت له نظره جواز شته دي ؟“‪.‬‬
‫کله ئې چه له مکې او مدنیې څخه فتوا تر السه کړه‬
‫نو د ترکستان او هم د هند له اسالمي مشرانو څخه ئې‬
‫هم فتوا تر السه کړې وه‪ .‬وروسته له هغه ئې له اصفهان‬
‫څخه هم اجازه تر السه کړله چه خپل وطن بیرته ستون‬
‫شي‪ ،‬نو ځان ئې کندهار ته راورساوو‪ .‬او یوه ورځ ئې‬
‫ګرګین په کمین کې وغورځاوو او وئې واژه‪ .‬بیا ئې تر‬
‫السه کړې فتوا ګانې هم د پښتنو او هم بلوڅو ته وښود او‬
‫د جهاد غږ ئې په شعیه ګانو او کافر ګرجي قام په ضد‬
‫پورته کړ‪ .‬پدې توګه چه کله کندهار له ایراني واکمنانو‬
‫څخه آزاد کړل شو‪ ،‬نو میرویس خان جرګه راوغوښتله‪ .‬په‬
‫جرګه کې یو نظر دا وو چه موږ پوځ نلرو بهتره به وي چه‬
‫د کندهار واکمني د ډهلي د واکمنانو پوځ ته وسپارو‪ .‬مګر‬
‫میرویس خان وویل چه‪ ،‬موږ باید له ایران څخه ونه ډار‬
‫شو چه پوځ به راواستوي‪ ،‬ځکه چه د ایران دولت بیخي‬
‫خوار شوی او نفاق تر خپلو منځو کم توانه کړی دی‪ .‬نو‬
‫موږ به خپله سیمه په خپل مټ د ساتلو تصمیم نیسو…“‪.‬‬
‫‪504 of 1205‬‬

‫بیا ئې دوه لیکونه ولیکل یو ئې ایران "اصفهان" ته او‬


‫دوهم ئې ډهلي ته واستاوو‪ .‬ایران ته ئې داسې ولیکل چه‪:‬‬
‫”زه د ایران د واکمنانو په وړاندې لکه د پخوا په شان‬
‫صادق یم‪ .‬مګر دا د ګرجي خان ظلمونه وو چه خلک ئې‬
‫پاڅیدلو ته مجبوره کړل او د هغه په ځای یې خپل مشر زه‬
‫وټاکلم‪ .‬ما هم دا مشري ومنله ترڅو چه بل داسې څوک د‬
‫تاسو له خوا زموږ د سیمې خلکو واکمني ته رانشي چه‬
‫هغه مشر به له تاسو سره صادق نه وي‪ .‬خو ګورئ پام‬
‫کوئ چه کندهار ته پوځ راوانستوئ‪ .‬دا ځکه چه که چیرې‬
‫خلک پدې پوه شي چه ستاسو د پوځ په مقابل کې نور د‬
‫مقابلې توان نلري‪ ،‬نو کندهار به د ډهلي د واکمنانو الس‬
‫ته وسپاري‪.‬‬
‫او د ډهلي پاچا ته ئې داسې لیک واستاوو چه‪:‬‬
‫”موږ خو چه د ایران د واکمن په ضد قیام وکړ پدې‬
‫ډاډه وو چه زمونږ څټ ته ستاسو د پوځ قوت پروت دی‪.‬‬
‫مګر اوس د پوځ د را استولو په خاطر د پیسو مصرف‬
‫مکوئ‪ .‬ځکه چه که دا پاڅیدلي خلک ستاسو پوځ وویني‪،‬‬
‫نو امکان شته چه یاغي شي او په کم شي جنګونه رامنځ‬
‫‪505 of 1205‬‬

‫ته شي او نتیجه به یې داوي چه ممکن ددې خلکو یوه‬


‫برخه د ایران پلوي ته واوړي“‪.‬‬
‫پدې توګه حاجي میرویس خان هوتک یو ښه فرصت له‬
‫دواړو خواوو تر السه کړ او په کندهار کې ئې د یوې‬
‫وړوکې سیمې واکمني او مشري جوړه کړه‪ .‬کال "‪-۱۷۰۶‬‬
‫‪۱۷۰۹‬م“‪ .‬که څه هم ایران څو ځله په کندهار پوځ وویست‬
‫الکن په هر ځل له شکست سره مخامخ شول‪ .‬په نتیجه کې‬
‫د کندهار په سیمه کې د غلجیو واکمني او استقالل‬
‫ښکاره شو‪.‬‬
‫له پخوا کلونو څخه د "ابدالي" او "غلجایی" د قامونو‬
‫تر منځه دایمي النجې‪ ،‬دښمنۍ د کورونو چور او مرګونو‬
‫بالخره د ابدالی قام دې ته مجبوره کړ چه له کندهاره کډه‬
‫وکړي او هرات ته والړشي‪ .‬مګر کله چه د غلجي قام‬
‫کندهار د ایران له ولکې څخه خالص کړ‪ ،‬نو ابدالي قام‬
‫هم هرات له ایران څخه آزاد کړ او له خپلې قامي مشرۍ‬
‫الندې ئې راووست‪ .‬چه بیا هم د ابدالي او غلجي قامونو‬
‫تر منځه نه اتفاق راغی او نه هم چه کله د غلجیو له خوا په‬
‫ایران پوځ وویستل شو له یو او بل سره متفق شول‪ .‬دغه‬
‫‪506 of 1205‬‬

‫بیل قامونه په خپل قام او مټ بیل بیل پاته شول‪ .‬نه چه د‬


‫”افغان“ نوم په منځ کې وي‪ .‬د "افغان" نوم د پښتنو په‬
‫خپل منځي کې کوم د رواج پیژندل شوی نوم نه وو‪ ،‬بلکه د‬
‫ایران او یا د هند د واکمنانو له خولو به د افغان نوم ذکر‬
‫کیده‪.‬‬
‫خو حاجي میرویس خان هوتک مړ شو‪ ،‬چه پدې‬
‫وختونو کې ایران د داخلي النجو له کبله ډیر ضعیفه‬
‫شوی وو‪ .‬نو د میرویس خان زوی ”میر محمود" وار له‬
‫واره د جهاد لښکرې جوړیکړلې‪ ،‬په ایران ور وخوځید‬
‫او”کرمان" ئې اشغال کړ‪ .‬کال ‪۱۷۲۰‬م‪ .‬چه پدې توګه له‬
‫میر محمود څخه "شاه محمود" جوړ او پاچا شو‪ .‬او په‬
‫کال ‪۱۷۲۱‬م په هرات کې ابدالیانو هم د ایران "مشهد"‬
‫خپل ځانته اشغال کړ‪ .‬د ایران پاچا "شاه حسین" یو‬
‫ضعیفه انسان وو او دننه په حکومت کې یې نفاق او‬
‫اداري فساد د مرض په شان شوی وو چه ایران یې ناروغ‬
‫حالت رسولی وو‪ .‬په نتیجه کې شاه محمود په کال ‪۱۷۲۲‬م‬
‫کې "اصفهان" د ایران پایتخت هم ونیوو‪" .‬شاه حسین"‬
‫درۍ شیه محمود ته ورکړل‪ -۱" :‬خپل تاج‪ -۲ ،‬خپله لور‪،‬‬
‫‪507 of 1205‬‬

‫‪ -۳‬د دولت خزانه“‪ .‬او رسما َ ئې د ایران د شاه په صفت‬


‫قبول کړ‪.‬‬
‫مګر شاه محمود پدې هم بس ونه ویل‪ ،‬ورسره ئې د‬
‫دربار له ټولو وزیرانو د هغوی شخصي ثروت او حتی په‬
‫اصفهان کې مقیم سفیرانو څخه ئې هم د هغوی د سفارت‬
‫دارائي د زور او زنداني کولو له الرې وغوښت‪ .‬نو دا د‬
‫صفوي شاهي خاندان بیحسابه ذخیره شوی ثروت ئې‬
‫الس ته ورغی‪ .‬او هم چیرته به چه په ټول ایران کې د ثروت‬
‫چینې وې‪ .‬لښکرو ته ئې د چور امر ورکړ‪.‬‬
‫د شاه محمود له خوا شاه حسین مجبور کړل شو چه‬
‫د ټول ایران رسمي او دولتي ځایونو ته فرمان واستوي چه‬
‫میر محمود د ایران د پاچا په توګه ومني‪ .‬او بیا شاه‬
‫محمود په کال ‪۱۷۳۲‬م "قزوین" هم ونیوو‪ .‬د شاه محمود له‬
‫خوا غلجیو ته هم فرمان او هم د فتوا په توګه واک ورکړل‬
‫شوی وو چه د "شعیه مذهبه په مقابل کې جهاد د اسالم‬
‫له خوا منل شوی دی‪ .‬د دوی سر‪ ،‬مال او هم ناموس د‬
‫مجاهدینو لپاره ګناه نلري“‪ .‬نو یو خو عام قتلونه پیل شول‪،‬‬
‫او دوهم د کور او مال چور او تاالن په یو وحشت‬
‫‪508 of 1205‬‬

‫واووښت‪ .‬دریم ښځې او نجونې په زوره د جهاد په غنیمت‬


‫کې حساب شولې او زیاتې نجونې د غلجیو الس ته‬
‫ورغلې‪ .‬باالخره د قزوین د ښار خلکو چه نور هر څه له‬
‫السه ورکړي وو‪ ،‬په نتیجه کې ټولو په یو متفق قوت ناڅاپه‬
‫عصیان وکړ‪ .‬او په قزوین کې ئې ډیر غلجي له تیغه تیر‬
‫کړل او ښار ئې بیرته آزاد کړ‪.‬‬
‫په کال ‪۱۷۲۰‬م کې پیل شوی د غلجیو اشغال تر‬
‫‪۱۷۲۵‬م پورې دوام وکړ‪ ،‬چه پدې وخت کې شاه محمود‬
‫لیونی شوی وو‪ .‬او د خپل آکا "میرعبداهلل" د زوی "میر‬
‫اشرف" له خوا ووژل شو‪ .‬نو کرمان‪ ،‬شیراز‪ ،‬اصفهان او‬
‫کیشان د غلجیو له خوا اشغال او ټول چور شوي وو‪.‬‬
‫اکثرا َ خلک یې عام قتل کړل شوي وو‪ .‬هم پدې وخت کې د‬
‫ابدالي قام واکمني په مشهد کې ټینګه شوې وه‪.‬‬
‫ددې اشغال آوازو هم د ایران دننه وران حالت‬
‫راوستلی وو او هم د روسانو او د عثماني سلطان‬
‫اشتهاوې پارولې وې چه دوی ته نږدې د ایران سیمې‬
‫ونیسي‪ .‬پدې حالت کې چه شاه حسین په اصفهان کې‬
‫بندي وو‪ ،‬زوی ئې طهماسب له تزاري روسي امپراطور‬
‫‪509 of 1205‬‬

‫څخه کومک وغوښت‪ .‬روسانو دا وخت مناسب وګاڼه نو د‬


‫ایران په تصرف کې ډیر مهم ځایونه ئې ترې اشغال کړل‪.‬‬
‫لکه‪ :‬د شروان والیت‪ ،‬دربند او باکو چه د کسپین د بحیرې‬
‫په څنډه کې وو‪ .‬ددې آوازې په آوریدلو عثماني سلطان‪،‬‬
‫تزاري روس ته د جنګ هوشدار ورکړ او دا نیول شوي‬
‫ځایونه ئې خپل "مورثي حق" وګاڼه‪ .‬مګر "تزار" ځواب‬
‫ورکړ چه‪" :‬طهماسب د شاه حسین زوی دی او شاه‬
‫حسین په زندان کې دی‪ ،‬په نتیجه کې طهماسب د ایران‬
‫پاچا دی‪ .‬زړه ئې چه کوم ځای چا ته ورکوي“‪ .‬مګر‬
‫عثماني سلطان له خوا دا ځواب ورغی چه‪" :‬په شعیه‬
‫مذهب کې قانون دادی چه تر هغو پالر ژوندی وي نو زوی‬
‫ئې د پاچا کیدو او د پاچاهي حق نلري‪ .‬دا طهماسب‬
‫نومی پیژندل شوی کوم څوک ندی چه نورو ته ځایونه په‬
‫خپل سر بخشش کړي“‪ .‬نژدې وو چه د روس او عثماني‬
‫تر منځه یو لوی جنګ جوړ شي‪ .‬نو فرانسه په منځ کې‬
‫شوله او د جنګ مخنیوی وشو‪ .‬په نتیجه کې د ایران د‬
‫خاورې زیاته برخه د روسانو او عثماني امپراطورۍ تر‬
‫منځه وویشل شوله‪.‬‬
‫‪510 of 1205‬‬

‫ګرجستان‪ ،‬د قفقاز ځینې سیمې‪ ،‬آذربایجان‪،‬‬


‫همدان او اردخان او هم کرمانشاه عثماني امپراطوري‬
‫ونیولې او د کسپین د بحیرې څنډې ئې د روس تزار ته‬
‫پریښودلې‪.‬‬
‫بله خوا چه پدې وخت کې "میر اشرف" د اصفهان په‬
‫تخت ناست وو‪ ،‬نو ئې په کال ‪۱۷۲۶‬م یو لوی هئیت او‬
‫سفیران استانبول ته واستول او له عثماني امپراطور څخه‬
‫ئې دوه مطالبې درلودلې‪:‬‬
‫‪ .۱‬هغه ښارونه او ځایونه ئې چه له ایران څخه جال کړي‬
‫او په عثماني امپراطوري ئې تړلي‪ ،‬باید ټول بیرته شاه‬
‫اشرف ته پریږدي‪.‬‬
‫‪ .۲‬تر اوسه چه هر عثماني سلطان د خالفت مقام هم‬
‫درلود او مسلمانانو ئې همدا د خالفت مقام منلی وو‪ ،‬مګر‬
‫وروسته لدې باید عثماني سلطان د خالفت مقام هم شاه‬
‫اشرف ته پریږدي‪.‬‬
‫مګر د استانبول "شیخ االسالم" د عثماني مسلمانانو‬
‫د امام توب "خلیفه" توب په هکله شرعي دالیل وړاندې کړل‬
‫او د شاه اشرف غوښتنه ئې شرعا َ رد کړه‪ .‬نو شاه اشرف‬
‫‪511 of 1205‬‬

‫جنګ ته تیاري ونیوله‪ ،‬چه پدې وخت کې د بغداد والي "د‬


‫احمد پاشا" پوځ د همدان او اصفهان تر منځه د شاه‬
‫اشرف له غلجي پوځ سره په جنګ مخامخ شو‪ .‬مګر‬
‫عثماني پوځ شکست وخوړ‪ .‬کال ‪۱۷۲۷‬م‪ .‬الکن ډیر ژر په‬
‫منځ کې سوله وشوله‪.‬‬
‫مګر وروسته له هغه د پښتنو غلجیو لپاره بل کوم‬
‫دولتي کار په سترګو نه لګیده‪ .‬د ایران زیات ښارونه چور‬
‫شوي وو او اشغال شوي وو‪ .‬د شعیه مذهبو ډیر سرونه‬
‫پریکړل شوي وو‪ .‬اوس اوس چه لږ په دمه شوي وو‪ ،‬نو د‬
‫دوی په منځ کې د ویشل شوو تیرو ثروتونو په سر "زما او‬
‫ستا" په برخه‪ ،‬د کم او زیات د برخې په شکونو او یا ګیلو‬
‫یا په تهمتونو او ګنګوسیو سخت اختالف پټه په پټه اور‬
‫آخستی وو‪ .‬ورسره چه د شاه محمود په وژلو کې ددوی د‬
‫خپلو نژدې فامیلونو د غرضي السونو په هکله یو ځل بیا د‬
‫دښمنۍ خبرې تازه شوې وې‪ ،‬کومې دا خبرې چه تر‬
‫اوسه د جنګونو او چور په علت خاموشه وې‪ .‬خو دادی چه‬
‫د دمې په وخت کې یو ځل بیا په کین راپرسیره شوې وې‪.‬‬
‫‪512 of 1205‬‬

‫نور نو ‪ ۱۰‬کاله شوي وو چه غلجي پښتانه په ایران‬


‫کې وو‪ .‬خو د "نظیر قل" په نوم چه وروسته "نادر افشار"‬
‫شو یو ترکمن د "کرک لو" له قبیلې څخه او د "افشار"‬
‫ترکمن له قام څخه د یو ملي قیام په هوډ میدان ته اووت‬
‫چه پخوا یو ماجراجو ځوان وو‪ .‬ملړی ئې مشهد له ابدالي‬
‫قام څخه آزاد کړ‪ .‬بیا چه په هرات کې د ابدالي د قام د‬
‫مشرانو تر منځ اختالفات پیدا شول نو د نادر افشار‬
‫مشري ئې ومنله‪ .‬ورپسې نادر افشار په اصفهان نظامي‬
‫قوت وویست او شاه اشرف ته ئې دوه ځلې په "مهمان‬
‫دوست" او په "مورچه خور" ځایونو کې ماته ورکړه‪ .‬او‬
‫اصفهان ئې بیرته له غلجیو ونیوو کال ‪ ۱۷۳۰‬میالدي‪.‬‬
‫او کله چه بیا شاه اشرف له شیراز څخه ‪ ۳۰‬کیلو‬
‫متره لیرې په "زرقان" کې له نادر افشار نه ماته وخوړه‪ ،‬دا‬
‫شکست په ایران کې د غلجي پښتنو د لس کلن حاکمیت‬
‫پای وو‪ .‬او کله چه شاه اشرف د کندهار په لور په الره کې‬
‫وو‪ ،‬مګر د یو پښتانه له خوا ووژل شو چه د ابدال د قام په‬
‫یو ښاخ مربوط وو‪.‬‬
‫‪513 of 1205‬‬

‫د نني افغانستان په خاورې او سیمو کې دا په ملړي‬


‫ځل د کندهار د محدودې سیمې آزادي چه بیرته د هغوی‬
‫د اوسیدونکو پښتانه قام په الس تر الس شوی وو‪ ،‬مګر دا‬
‫الس د خپلې سیمې په آبادولو او په نظم او امنیت کې‬
‫پکار ونه لوید‪ .‬بلکه برعکس دې الس د جهاد تورې ونیولې‬
‫او د همدې پښتنو د الس په تورو د ایران د خلکو وینې‬
‫توئې شولې‪ .‬او ددې الس په تورو د توریالیتوب فخرونه‬
‫وشول‪ .‬پښتانه بل څوک نه وو‪ ،‬همدا وو چه په تورو او‬
‫تجاوزونو خوښ وو‪ .‬چه ئې د پردي اسالم په الره کې‬
‫خپلې تورې وهلې‪ ،‬چه نه قام دوستي پکې وه او نه هم د‬
‫وطنپرستي او د دولت داري استعداد او ملي روحیه پکې‬
‫وه‪ .‬ځکه چه داسالم په فتوا پاڅیدل نه په قامي عزم‪ .‬او د‬
‫اسالم په الر ئې د جهاد او وژلو ګامونه پورته کړل‪ ،‬چه بیا‬
‫د نادر افشار له خوا د ایران په ملي استقالل او هوډ غږ‬
‫پورته کړل شو‪ .‬د دوی تر منځه فرق او تاریخي توپیر د‬
‫شعار په توپیر کې وو‪ ،‬چه د ایران ملي دولت خپله ژبه او‬
‫د خپلې ژبې تیر تاریخ درلود‪ ،‬کوم چه په پښتنو کې نه وو‪.‬‬
‫‪514 of 1205‬‬

‫دا هغه پوښتنه ده چه همدا تاریخي مطلب لري چه د‬


‫پښتنو د پیژندلو مخې ته بیرته پښتانه دروي‪.‬‬

‫***‬

‫نادر افشار‬

‫سني مذهبه نادر افشار وروسته له هغه چه ایران ئې د‬ ‫ُ‬


‫غلجیو او ابدالي پښتنو له سلطې څخه وژغوره‪ ،‬مګر دوه‬
‫نور رقیبان ئې ال پاته وو چه هم عثماني سلطان او هم‬
‫تزاری امپراطور د ایران زیاتې سیمې الندې کړې وې‪ .‬د‬
‫هغو والیاتو آزادي هم د نادر افشار مخې ته پرته د ملي‬
‫پاڅون یو ملي هدف وو‪ .‬الکن دا لوی کار وو چه د ډیرو‬
‫پیسو مصرف ته ضرورت درلود‪ .‬نو ئې هم دننه په ایران‬
‫کې پیسې لټولې‪ ،‬چه د اوقافو په نوم د جماتونو او د‬
‫مدرسو له السونو ئې واخیستلې‪ .‬او هم ئې بیا پدې پام‬
‫شو چه دا پیسې کافي ندي چه یو ملي هدف ترسره کړي‪.‬‬
‫نو ئې فکر وکړ چه پوره ثروت په ډهلي کې دی چه‬
‫‪515 of 1205‬‬

‫واکمنان‪ ،‬پاچا‪ ،‬شهزادګان او درباریان یې د شخصي‬


‫عیش او عشرت په الر کې عبث په ګناه مصرفوي‪.‬‬
‫د جماتونو امامانو او د مدرسو معلمانو اعتراض وکړ‬
‫چه "موږ د اوقافو پیسې د اسالم د دین په الر مصرفوو‪،‬‬
‫وطن ته دعا کوو او د دین شاګردان او عاملان تربیه کوو‪.‬‬
‫نادر افشار ځواب ورکړ چه‪" :‬د تاسو دعاوو خو دا وطن‬
‫آزاد نکړ‪ .‬وطن په دعاوو نه آزادیږي‪ ،‬په وسلې او په ملي‬
‫عزم آزادیږي‪ .‬او وسلې په پیسو آخستل کیږي‪ .‬زه نه وایم‬
‫چه دعا مکوئ‪ ،‬دعا ښه شی ده‪ ،‬دعا وکړئ او دعا په کور‬
‫کې هم کیږي‪ .‬مګر د دولت په کارونو کې به پس لدې الس‬
‫نه وه”! ما فرمان صادر کړی دی چه د دین او دولت‬
‫کارونه له یو او بل څخه به وروسته لدې بیل وي !“‪ .‬پدې‬
‫فرمان او د اوقافو د پیسو د مالیانو له السه په وتلو د دوی‬
‫په زړونو کې یو پټ کین پیدا کړ‪ ،‬چه له هماغه ورځې ئې د‬
‫نادر افشار د دولت داري د نوې طریقې په ضد تبلیغ پیل‬
‫کړ‪ .‬چه ګویا نادر افشار له اسالمه مخ آړولی دی‪ .‬او په‬
‫همدې مذهبي تعصب په کال ‪۱۷۴۷‬م کې چه د نادرافشار‬
‫‪516 of 1205‬‬

‫خیمې په تفریحګاه کې وې‪ ،‬په هماغه شپه په خپله خیمه‬


‫کې ووژل شو‪.‬‬
‫نادر افشار چه کله د کندهار محاصره وروسته له دوو‬
‫میاشتو پای ته د ښار په تسلیمیدلو سرته ورسوله‪ ،‬نو ئې‬
‫پدې موده کې ټولې هغه ایرانی ښځې چه له ایران څخه په‬
‫غنیمت کندهار او زابل ته راوړل شوې وې بیرته ایران ته‬
‫واستولې‪ .‬او ډهلي ته ئې خبر واستاوو چه "زه د غلجیو په‬
‫تعقیب او ټکولو پسې راوتلی یم‪ ،‬مګر که چیرې هند ته‬
‫واوښتل نو زه مجبور یم چه په هند کې ئې هم تعقیب او‬
‫مجازات کړم"‪ .‬الکن په ډهلي کې واکمنان لداسې یو‬
‫هوشدار څخه ډیر لیرې او په ساز او عشرت کې غرق وو‪،‬‬
‫چه دا درک کړي چه له غرب نه د راغلي دې آواز په څنګ‬
‫کې آیا کوم خطر پروت دی او که نه!؟‬
‫نادر افشار په کابل کې د کابل باالحصار بې له‬
‫صوبه دار څخه خالي ولید‪ ،‬چه ال مخکې دا ګرګاني‬
‫صوبه دار پیښور ته تښتیدلی وو‪ .‬او بله خوا غلجي‬
‫پښتانه په تیښته او په فرار کې وو‪ .‬د غلجیو د پښتنو په‬
‫تعقیبولو‪ ،‬او نیولو او ټکولو کې د "ابدالي" قام پښتنو د‬
‫‪517 of 1205‬‬

‫نادر افشار له پوځ سره زیات کومکونه وکړل‪ .‬د غلجي او‬
‫ابدالي قام تر منځه له کلونو پخوا سخته دښمنۍ وې‪ ،‬آن‬
‫تر دې چه د ابدالي قام اکثرو خپل کورونه او باغونه او‬
‫ځمکې د غلجیو د تجاوزونو په علت په کندهار کې غلجیو‬
‫ته پریښودلې او هرات ته کډه شوي وو‪ .‬مګر اوس چه ورځ‬
‫د ابدالیانو په ګټه وه‪ ،‬مشرانو ئې له نادر افشار څخه د‬
‫خپل پخواني دښمن په ټکولو کې کومک وغوښت‪ .‬او دا‬
‫هغه څه وو چه نادر افشار په خپله ګټه کار ترې واخیست‬
‫او ابدالي قام نادرافشار ته د خپلې دوستی په نښه خپل‬
‫ډیر اوالدونه د نادرافشار پوځ او نوکري ته ورکړل‪ .‬چه له‬
‫هغو لسهاوو ابدالي پښتنو له جملې څخه یو هم ‪ ۱۵‬کلن‬
‫احمد نومیده او لس کاله ئې د نادر افشار په پوځ کې‬
‫نوکري وکړه‪ .‬او د هند په سفر او د ډهلي په نیولو کې هم‬
‫ورسره وو‪ .‬چه کله بیا نادرافشار په کال ‪۱۷۴۷‬م کې ووژل‬
‫شو‪ ،‬نو دا احمد ابدالي ‪ ۲۵‬کلن شوی وو‪.‬‬
‫‪518 of 1205‬‬

‫پدې توګه د افغانستان د هیواد د موسس ”احمد خان“ د‬


‫پیژندلو‪ ،‬په واقعیت کې د هغه د ژوند د پیژندلو هم بنیاد او‬
‫هم مقدمه ده‪ ،‬چه بالخره دوه السونه احمد خان ته‬
‫نژدیشول‪ .‬وروسته له هغه چه نادرافشار د هند له واکمنانو‬
‫څخه زښته زیات ثروت ایران ته را انتقال کړ چه د ایران د‬
‫ټولو خلکو د یوه کال مالیه ئې ال خلکو ته وبښله‪ .‬نو یو‬
‫الس د نادرافشار د یوې ښځې وو‪ .‬دا په قد لږ ټیټ احمد‬
‫چه هم د ملانځه په ادا کولو جدي وو او دننه د درباري‬
‫ښځو په ورځني کار کې هم د "خرید" او صداقت په نظم‬
‫کې یو صادق نوکر وو‪ ،‬نو یوه ایرانی ښځې سره ئې په‬
‫واده وتاړه‪ .‬چه له هغې ایرانۍ ښځې نه یو هلک پیدا شو‪.‬‬
‫نوم ئې پخپله نادرافشار د "امیر تیمور" له نوم څخه‬
‫کیښود‪ .‬او کله چه بیا دا "تیمور" نومی هلک وروسته پاچا‬
‫شو‪ ،‬نو چه کله به په آس سپریده‪ ،‬پدې منظور چه پوښه‬
‫ئې د آس د زین رکاب ته ورسیږي‪ ،‬نو به ئې د "تیمور‬
‫شاه“ له پوښو الندې به یو خاص صندوق کیښودل شو‪ .‬دا‬
‫د نقرې او سرو زرو په پوښ مزین شوی وو‪ .‬او همدې‬
‫تیمور شاه بیا چه کله پاچا وو نو "‪ "۳۰۰‬ښځې په خپل‬
‫‪519 of 1205‬‬

‫حرم سرای کې لرلې‪ .‬او ددې ښځو څخه یې له دیرشو‬


‫زیات زامن او هومره هم لورانې پریښودلې‪.‬‬
‫دوهم الس خپله د نادر افشار وو چه احمد خان ته په‬
‫دوستي ورکړل شو‪ ،‬او دده ډیر محرم خدمتګار وو‪ .‬چه ده‬
‫ته یې د خپل حرم د ښځو د ساتلو د "باډی ګارد" وظیفه‬
‫ورکړه‪ .‬او کله چه نادرافشار په خپله خیمه کې ووژل شو‪،‬‬
‫نو په خزانه ئې چور ګډ شو‪ .‬پداسې غمین حالت او د‬
‫چور او چپاول په نارحمه وحشت کې د نورو پوځیانو تر‬
‫څنګ د نادرافشار په پوځ کې شامل شوو پښتنو ابدالي‬
‫قام ځوانانو هم خپلې د چور برخې تر السه کړلې‪ .‬او د‬
‫احمد خان الس ته هم هغه املاس ورسید چه نادرافشار د‬
‫ډهلي له واکمن څخه آخیستی وو او "کوه نور" نومیده‪ .‬دا‬
‫املاس نادرافشار خپلې ښځې ته ورکړی وو او په غاړه‬
‫کې ئې ځوړند وو‪ .‬نو پدې ګڼه ګوڼه کې د پښتنو پوځیانو‬
‫ډلو د خپل آسونو جلو د کندهار په لوري پریښودل‪ .‬او بیا‬
‫د همدې املاس له نامه څخه وو چه بیا کله احمد خان څخه‬
‫”احمد شاه“ جوړ شو‪ ,‬نو د خپل قام د "ابدالي" نوم ئې‬
‫‪520 of 1205‬‬

‫په " ُدراني" واړاوو‪ .‬چه له " ُدر" څخه مقصد هماغه د "کوه‬
‫نور" د املاس غمۍ او ُدر وو‪.‬‬
‫د نادرافشار یوه پخوانۍ هیله دا وه چه کله نوموړی‬
‫وروسته د ایران د بشپړ آزادي په نظامي حرکاتو کې له‬
‫تزارانو او عثماني سلطانانو سره مشغول وي‪ ،‬نو پدې‬
‫وخت کې چه هم کندهار‪ ،‬هرات‪ ،‬غزني‪ ،‬کابل او مزار د‬
‫نادر افشار له ولکې الندې وو‪ ،‬غوښتل یې چه له خپل څټ‬
‫نه باید یو سیاسي آرام او امنیت ولري‪ .‬چه ددې کار لپاره‬
‫ئې احمد خان له پخوا څخه په خپل څنګ نیولی وو او‬
‫ابدالیان یې مالتړي بلل‪ .‬مګر پدې خاطر چه په پښتنو کې‬
‫د غلجیو د پښتنو د مخالف تبلیغ او یا عملي اقدام او‬
‫مخالفت مخه ونیسي‪ ،‬نو یو ملنګ یې چه اصالَ په خټه‬
‫ایرانی وو له خپلو نورو مخفي کسانو سره په وظیفه‬
‫ګمارلی وو‪ ،‬چه په مناسب وخت کې خپلې مذهبي وظیفې‬
‫سرته ورسوي‪ .‬خو د نادرشاه نا ببره مړینې د دې پالن‬
‫مخنیوی رامنځ ته کړ‪ .‬په سیاست کې له ملنګ او یا‬
‫روحاني چا څخه کار آخستل په سیمه کې د فریب یوه‬
‫معموله اسالمي وسیله وه‪.‬‬
‫‪521 of 1205‬‬

‫او کله چه ابدالیانو خپل مالتړ یو ایرانی واکمن د‬


‫غلجیو د قام په مقابل کې له السه ورکړ‪ ،‬نو قام قامي‬
‫جرګې ته مخه کړه‪ .‬او په جرګه کې د قام د نورو مشرانو‬
‫او سپین ګیرو د مناقشې په جریان کې یو خام ‪ ۲۵‬کلن‬
‫ځوان د یو ملنګ له خوا په مشري وټاکل شو‪ .‬دا ملنګ‬
‫”صابر شاه“ نومیده چه پسله هغې ورځې هماغه ملنګ نه‬
‫په کندهار کې او نه هم د افغانستان په بل هیڅ ځای کې‬
‫چا ولید‪.‬‬
‫باید دا مهم ټکی ذکر شي چه ابتدا د جرګې یوازنی‬
‫مطلب د قام د مشري مطلب وو‪ ،‬نه پاچاهي‪ .‬د جرګې‬
‫هدف د غلجیو د بیا تجاوزونو او چه هم تر دې مودې د‬
‫ابدالیانو له خوا زیات ټکول شوي وو او زیاتې تازه‬
‫دښمنۍ رامنځ ته شوې وې مخنیوی وو‪ .‬مګر شپږ‬
‫میاشتې ال پوره شوې نه وې‪ ،‬چه احمد خان د هند په لور‬
‫د جهاد لپاره زیات مالیان مختلفو سیمو ته د خلکو په‬
‫راغونډولو واستول‪ .‬چه هم غلجي پښتانه راټول شول او هم‬
‫بلوڅ او البته چه د جهاد د لښکرو مشر پوځیان له ابدالي‬
‫قام څخه وو‪.‬‬
‫‪522 of 1205‬‬

‫پدې توګه هغه ثروت چه "احمد خان" چه ال د نادر‬


‫شاه په پوځ کې وو او دا ثروت یې په هند کې لیدلی وو‪،‬‬
‫نو دادی چه اوس ئې غوښتل چه پدې ځل ئې پخپله تر‬
‫السه کړي‪ .‬او هم د غلجیو پښتنو د قامي دښمنیو او له‬
‫ابدالي قام څخه د انتقام آخستلو د کین مخه د هند په لور‬
‫چور او چپاول او غنیمت ته واړوي‪ .‬لکه څرنګه چه‬
‫همداسې هم وشول‪ .‬او په لسهاوو زره پښتانه د جهاد له‬
‫بیرغونو الندې او له مختلفو سیمو څخه لکه سیل د کندهار‬
‫په لور رهي شول‪ .‬چه په مطلق اکثریت دا سرلوڅي پوښې‬
‫لوڅي د مالیانو په مشرۍ الندې لیکه لیکه د جهاد د اهلل‬
‫اکبر له نارو سره به د سلطان محمود نوم هم آخستل‬
‫کیده‪ .‬پدې مانا چه د سلطان محمود په نوم تړلې هغه تیره‬
‫د جهاد د زمانې د بیا راتلو ویاړنې به کیدلې او احمد‬
‫شاه ابدالي ته به ئې په فخر د "دوهم محمود" د فخر لقب‬
‫ورکاوو‪ .‬او په همدې لقب به ئې مخاطب کاوو او د هند په‬
‫لور به وړو او زړو پیاده منډې وهلې‪ .‬چا به توره په الس‬
‫کې نیولې وه او چا تبر او حتی ډیرو سپین ګیرو له ډانګو‬
‫سره راغلي وو‪ .‬د دوی څیرې څیرې او خیرن کالي‪ ،‬د‬
‫‪523 of 1205‬‬

‫چور ذوق او د کافرانو د وژلو ناروغه جهادي جذبه د‬


‫افغانستان په نوم د یو هیواد د جوړیدو بنیاد وګرزید‪.‬‬
‫دادی چه یو ځل بیا د افغانستان له خاورې څخه د‬
‫جهاد او جنایتونو غږونه ختلي وو‪ .‬دادی چه یو ځل بیا د‬
‫افغانستان پاکه خاوره د چور او د جهاد په حرامو او د‬
‫جرمونو په ګناوو ککړیدله‪.‬‬
‫که پرون د ایران په لور د وژلو او قتلونو لښکرې له‬
‫همدې کندهار نومي ځای څخه وتلې وې‪ ،‬دادی چه اوس‬
‫بیا هم هماغه د عام وژنو غږونه د اسالم له بیرغونو الندې‬
‫د شرق په لور‪ ،‬د هند په لور په حرکت شوي وو‪.‬‬
‫او بیا هم دا پښتانه وو چه په پردي اسالم کې ئې د‬
‫خپل متجاوز خصلت خوبونه په وژلو او په غال کولو رښتیا‬
‫شوي وو‪ .‬او د دوی له خولو څخه په ډیر فخر د غزنویانو‬
‫او د غوریانو د جهاد او د اسالم ملر بیا راختلی وو‪ .‬او د‬
‫دوی له پوښو الندې ګردونه او دوړې ختلې او د‬
‫سوارکارانو تر څنګ ئې د هند په لور منډې وهلې‪ .‬چه دا‬
‫خیرن او سرلوڅي د چرسو په نیشه کې نیمه مست په‬
‫چیغو او ذوق ګامونه آخستل‪ .‬چه تش یوه شیبه او یوه‬
‫‪524 of 1205‬‬

‫ثانیه دا پکر ورته پیدا شوی نه وو چه راتلونکی ښکار ئې‬


‫هم یو "انسان" وو‪ .‬او کله ئې چه په خپله توره واهه‪ ،‬مګر‬
‫هغه هم اوالدونه درلودل‪ ،‬په خپل وطن او په خپله خاوره کې‬
‫ئې خپل ژوند درلود‪ ،‬د کور او د ژوند حق ئې درلود‪ .‬مګر‬
‫پدې پکر نشو چه دا پښتون چا د نورو انسانانو ژوند‪،‬‬
‫سراو مال او ناموس ته دښمن کړی وو؟ دا هماغه پردی‬
‫جنایت کار اسالم وو‪ .‬هندو ئې پدې علت نه واژه چه د‬
‫پښتون د قام دښمن وو‪ ،‬بلکه پدې علت ئې واژه چه اسالم‬
‫ورته ویلي وو چه دښمن دی‪ .‬پدې سبب دښمن دی چه په‬
‫”محمد“ نومي عرب شهادت نه وائي چه پیغمبر دی‪ .‬او‬
‫هندو پدې خاطر اسالم نه مانه چه هندو د انسان ژوند‪ ،‬د‬
‫انسان ساه او د انسان وینې ته احترام درلود‪ .‬او هندو له‬
‫جنګ او جنایت څخه د عقیدې لیرې والی درلود‪ .‬په نتیجه‬
‫کې هندو د جنګ سړی نه وو او په جنګ خوښ نه وو‪ .‬او‬
‫وژل او تجاوز ته ئې جسارت نه ویل‪ .‬بلکه جسارت ئې پدې‬
‫کې لید چه داسې یو خبیثه روح بیرته پخپله پخپل ځان کې‬
‫په معنوي تربیه مهار کړي‪ ،‬چه روح ئې پاک پاته شي‪ .‬نه‬
‫جهاد او جنت کوم دین وو او نه هم د نورو وژنه باتوري او‬
‫‪525 of 1205‬‬

‫جسارت وو‪ .‬د جهاد او د جنت ګمراه تبلیغ مخنیونه په‬


‫حقیقت کې یو الهي عبادت او یو اخالقي دین وو‪.‬‬
‫مونږ چه کله له خپل وطن څخه خبرې لرو‪ ،‬دا په مونږ‬
‫زمونږ د خپل وطن حق دی‪ .‬چه د دې حق په پاکه ملنه کې‬
‫راټول اوسیدونکو ناپاکه ګامونه وپیژنو‪ ،‬پدې منظور چه بد‬
‫ته د ښه او نیک ته د بد په سترګو ونه کتل شي‪ .‬چه عاقبت‬
‫ئې په افغانستان کې دا وو چه له قاتل څخه قاضي‬
‫جوړیده‪.‬‬
‫له الهي عبادت څخه مخکې دا ژوند دی چه په مونږ‬
‫ئې زمونږ د ځان شرف ساتنه فرض کړې ده او الهي‬
‫عبادت د همدې شرف د ساتنې تش یوه برخه ده چه د‬
‫واقعی دین په نوم یادیږي‪ .‬نه چه خپل شرف څخه او له‬
‫خپل روح څخه د یو خیالي جنت په خاطر تیر شو‪ .‬پوه‬
‫نشو چه خپل انساني شرف مو له یوې خیالي فاحشه‬
‫خانې سره عوض کړی دی‪ .‬چه دا پخپله د وجدان پاک‬
‫مفهوم دی چه د همداسې پاک پکر لرلو په رهنما قوت بیرته‬
‫زموږ په روح کې یوه برخه ګرزي‪ .‬دا پدې خاطر چه ګمراه‬
‫‪526 of 1205‬‬

‫نشو او د خدای د پاک نوم په پلمه ناپاکه کارونه ونکړو‪ .‬او‬


‫د داسې غیرانساني پکر کولو ته نژدې نشو‪.‬‬
‫ځکه دی چه کله چه د افغانستان د هیواد د بنیاد‬
‫پیژندلو ته نژدیکیدل غواړو‪ ،‬مګر اصلي مطلب د‬
‫افغانستان د هیواد په دننه کې د اوسیدونکو د پیژندلو‬
‫انساني مطلب د اسالم په جنائي مطلب کې له لټولو سره‬
‫مخامخ یاستو‪ .‬چه افغانان په اسالم او اسالم د افغانانو‬
‫په درون مایه کې یو ځای د وطن د بربادي له علتونو سره‬
‫تړل شوي وینو‪ .‬که نه خو پښتون او افغان هیڅکله د‬
‫افغانیت په نوم د جهاد او د وژلو بیرغ پورته کړی ندی‪ .‬دا‬
‫بیرغ اسالم د افغان السو ته ورکړ‪ .‬او افغانان د خپل‬
‫افغاني هویت او د انساني شرافت آزادي له خپل السه‬
‫وویست او د پردي اسالم الس ته ئې ورکړ‪ .‬چه څرنګه‬
‫ملړی همدا اخالقي ضعف له سلطان محمود او هغه له‬
‫جهاد او زمانې سره په پښتنو کې ښکاره شو او بیا همدا‬
‫ګمراهي او د ژوند د شرف د ساتنې کمزوري د شلمې‬
‫پیړۍ په پای کې له یو بل پردي عرب "اسامه بن الدن"‬
‫سره میدان ته اووت‪ .‬چه د دومره زیاتو پیړیو په تیریدلو‬
‫‪527 of 1205‬‬

‫سره سره مګر ولې په افغانانو کې بیرته د ژوند پاکې ملنې‬


‫د یو پاک پکر د پیدا کولو یو شخصیت ونه لید؟ او د یو‬
‫اخالقي قوت او د معنویت ظرفیت ئې پکې ونه لید چه د‬
‫څیړلو ژوره انساني موضوع ده‪.‬‬
‫بله موضوع داده چه افغانانو د نړۍ د نورو هیوادونو‬
‫له اوسیدونکو څخه ممکن له بل هر چا نه د خپل وطن په‬
‫هکله زیاتې ترانې ویلي وي‪ ،‬چه "زموږ ګران وطنه!“‪ .‬الکن‬
‫ال تر ننه همدا افغانان وائي چه "موږ جهاد" کړی دی‪.‬‬
‫مانا ئې دا چه د وطن لپاره نه‪ ،‬بلکه د اسالم لپاره ئې په‬
‫خپل وطن کې ژوند کړی‪ .‬او د اسالم لپاره ئې تورې وهلي‬
‫دي‪ .‬خصوصا َ چه اوس خپله توره او د جهاد د کلونو‬
‫زحمتونه بیرته په خپل وطن خرڅوي‪ ،‬داسې چه ګویا ما‬
‫خو د جهاد په الره کې زحمتونه ګاللي دي باید له نورو‬
‫افغانانو امتیاز ولرم‪ .‬او امتیاز ئې دا اوس کال "‪۲۰۰۴‬م"‬
‫د نورو ځمکې د ماشیندارو په زور غضبوي‪ ،‬د نورو‬
‫نجونې په زور ځانته راولي‪ ،‬او د مخدره موادو قاچاق‬
‫کوي‪ ،‬الرې نیسي او د حرام دهر رنګه کثیف ژوند‬
‫مجاهدین او ممثلین دي‪ .‬نو له هر بابته چه مطالعه شي د‬
‫‪528 of 1205‬‬

‫افغانستان په نوم هیواد یو داسې خپل ساتونکی څښنت‬


‫پیدا نکړ‪ ،‬چه ملړی ئې د خپل شرف د وجدان مقام ساتلی‬
‫وي‪ .‬چه وروسته له هغه د افغان په خپل افغانیت کې د‬
‫اخالقي شهامت معنوي جهان او وطن په یوه رګ کې‬
‫مشترکه وینه شي‪ .‬نه چه له وطن څخه او په وطن کې‬
‫ځانګړی مقام وغواړي‪ .‬پدې نامرده خبره چه ما خو د وطن‬
‫په الر کې قرباني ورکړي دي او زحمت مې ګاللی‪ .‬حال دا‬
‫چه ال هم خبر ندی چه د پردي اسالم په الر کې په جهاد‬
‫اعتراف کوي او دا د خپلې غالمي اعتراف هم دی‪.‬‬
‫افغانستان نومی هیواد له همداسې غالمانو او نامردانو‬
‫ډک دی چه پیژندل ئې د څو کلونو نه بلکه د پیړیو تاریخي‬
‫دلیلونه لري؟‬

‫****‬

‫او پدې توګه د "افغانستان" په نوم د یو هیواد په جوړیدو‬


‫او په پیل کې له هند څخه په غال شوي املاس او له شپږو‬
‫میاشتو وروسته د جهاد په اعالن او په حرامو او د چور د‬
‫‪529 of 1205‬‬

‫نارواوو جرمونه ګډ شول او رګونه ئې په جنایتونو ډک‬


‫شول‪.‬‬
‫مګر د عبرت خبره داده چه پخپله د افغانستان تش‬
‫نوم ال د "احمدشاه ابدالي" له شلو زیاتو کلونو "‪ ۲۶‬کال"‬
‫د پاچاهي په موده کې او نه په هیڅ یوه شاهي فرمان کې‬
‫ذکر نشو‪ .‬د وطن نوم له یاده وتلی وو‪ ،‬په هیڅ ځای کې نه‬
‫په قلم ولیکل شو او نه هم په دربار کې ال په ژبه د وطن‬
‫نوم په خولو کې واخستل شو‪.‬‬
‫دې شرم په کلونو دوام وموند‪ .‬له احمد شاه نه وروسته‬
‫نه د تیمور شاه‪ ،‬نه د شاه شجاع‪ ،‬نه د زمان شاه‪ ،‬نه د‬
‫شاه محمود او نه هم د امیر دوست محمد خان او ورپسې‬
‫نه هم د امیر محمد افضل خان د پاچاهیو په دورو کې د‬
‫افغانستان نوم ذکر شو‪ .‬یوازې چه کله له امیر محمد‬
‫افضل خان نه وروسته د هغه ورو محمد اعظم خان د یو‬
‫نیم کال لپاره په پاچاهي کې وو‪ ،‬نو په ملړي ځل د ‪۱۸۶۰‬م‬
‫کال د لسیزې په نیمایه کې د نوموړي پاچا محمد اعظم‬
‫خان د افغانستان له نامه څخه یاد آورنه وکړه او پاچا ته‬
‫ئې د افغانستان د هیواد نوم ورپه زړه کړ چه وروسته لدې‬
‫‪530 of 1205‬‬

‫باید په رسمي دفاترو او رسمي فرمانو کې د افغانستان‬


‫نوم ذکر کړل شي‪.‬‬
‫مګر له ‪۱۷۴۷‬م څخه تر کال ‪ ۱۹۱۹‬پورې افغانستان‬
‫نه ملي بیرغ درلود‪ ،‬نه ملي ترانه او نه هم ملي پوځ درلود‪.‬‬
‫وطن اعالن شوی وو‪ ،‬مګر پاچایان ئې له نامه څخه خبر نه‬
‫وو‪ .‬دا ځکه چه د ملي شعور او د ملي روح په بنیاد جوړ‬
‫شوی نه وو‪ .‬او په همدې علت وو چه اوسیدونکي ئې تر دا‬
‫ننه "کال ‪۲۰۰۴‬م" د ملت تاریخي مرحلې ته رسیدلي ندي‪.‬‬
‫وطن خپل افغان ملت نلري‪ ،‬بلکه له مسلمان او غالم امت‬
‫څخه ډک شوی دی‪.‬‬
‫کله به چه احمد شاه په هند کې له خپل اسالمي جهاد‬
‫څخه لیکونه د شرقي روم پاچا "عثماني سلطان" ته لیکل‪،‬‬
‫نو د افغانستان د هیواد د نامه په ځای به ئې په فارسي‬
‫ژبه د "ملک خدا داد" تذکر کاوو‪.‬‬

‫***‬
‫‪531 of 1205‬‬

‫پنځمه برخه‬
‫‪532 of 1205‬‬

‫او په کال ‪۱۷۴۷‬م کې د افغانستان‬


‫په نوم یو نوی هیواد اعالن شو‬

‫د افغانستان هیواد چه کله د کندهار په سیمه کې اعالن‬


‫شو‪ ،‬مګر دا وړه سیمه ټول هغه افغانستان نه وو‪ ،‬لکه‬
‫څرنګه چه نن په جغرافیاوی حالت ښکاره شوی دی‪ .‬ددې‬
‫خبرې مانا داوه چه د کندهار او د زابل د سیمو له پښتنو‬
‫څخه پرته د نني افغانستان په خاوره کې هم نور پښتانه‬
‫قامونه وو او هم نور غیر پښتانه قامونو ژوند کاوو‪ .‬چه یې‬
‫خپلې خپلې سیمې درلودلې او په خپلې قامي محدود‬
‫حدود او محدود نفوس کې د هماغو قامونو د مشرانو له‬
‫خوا په یو غریب ژوند اداره کیدل‪ .‬او اکثرا َ مالداران وو او‬
‫ډیر پښتانه کوچیان وو‪.‬‬
‫اوس نو خبره د فارسي ژبو د مطیع کولو مسئله د‬
‫نوي پاچا ابدالي احمد شاه مخې ته پرته وه‪ .‬ددې کار‬
‫لپاره پیسې پکار وې چه په پیسو باید پوځ جوړ شوی‬
‫وای‪ .‬پیسې په هند کې وې‪ .‬نو هماغه وو چه وار له واره په‬
‫هند د جهاد فصله وشوه او د پښتنو د مختلفو قامونو څخه‬
‫‪533 of 1205‬‬

‫داوطلب سر لوڅي پایلوڅي په هندوانو باندې د غزا او‬


‫چور په هوس راټول شول او د هندوانو عام قتل څو واره‬
‫سرته ورسید‪ .‬او بیا چه کله خبره د پوځ وه‪ ،‬نو پوځ هم‬
‫هماغه مجاهدین وو چه د هند د خلکو په وژلو کې او د‬
‫هغوی د مال او د کورونو په چورولو کې په وحشت او په‬
‫نورو نارحمه کارونو کې پاخه شوي وو‪ .‬پوځ له همدې‬
‫مجاهدینو جوړ شو او جنراالن ئې هغه کسان وو چه د‬
‫هند د خلکو په وژلو کې ئې له بل هر پښتانه مجاهد څخه‬
‫زیات جسارت او نارحمي ښکاره کړی وو‪.‬‬
‫د هند له خلکو په غال شوو او لوټ شوو پیسو هغه‬
‫پوځ جوړ شو چه اوس ئې دننه د خپل هیواد په اوسیدونکو‬
‫باندې د تورې او برچې په زور پاچا او وطن قبالوو‪.‬‬

‫او دا هغه کار وو چه تر ننه پورې ئې پټې لوڅې ګیلې او‬


‫هم یې پټ کین پریښود‪ .‬پدې مانا چه خبره د "پښتنو" او‬
‫د فارسي ژبو تر منځه جوړه شوله چه باید فارسي ژبي د‬
‫پښتنو پاچاهي او بر السي ومني‪ .‬نو ددې کین عکس‬
‫العمل دوه پیړۍ وروسته په بربنډه توګه را برسیره شو‪.‬‬
‫‪534 of 1205‬‬

‫چه په معاصر تاریخ کې څو مهمې سیاسي مرحلې په‬


‫خپل ژوند کې له افغانستان سره لري‪ ،‬چه دلته به یو څه‬
‫خبرې پرې وکړو او شلمې پیړۍ ته به واوړو‪ .‬او بیا به د‬
‫خپلو کیسو سلسلې ته بیرته راشو‪.‬‬

‫ملړۍ مرحله‪:‬‬
‫دا مرحله د کابل شمال ته چه په شمالي یادیږي ”کوهدامن‬
‫او کوهستان“ کې پیل شوله‪ .‬پدې سیمه کې فارسي ژبي د‬
‫دولت په ضد پاڅیدلي وو‪ .‬مشر ئې یو خوار کلیوال وو او‬
‫د کلي نوم ئې "کلکان" وو‪ .‬او پخپله "حبیب اهلل" نومیده‬
‫چه هم د "سقاو" په زوی مشهور وو او هم ئې نوم په غله‬
‫"دزد" وتلی وو‪.‬‬
‫حبیب اهلل کلکاني له خپلو فارسي ژبو یارانو سره د‬
‫دولت په ضد د عصیان سیاسي پریکړه هغه وخت وکړه‬
‫چه کله د شاه آمان اهلل په ضد د افغانستان په ځینو‬
‫پښتنو سیمو کې پټې خبرې او مذهبي تحریکات پیل‬
‫شوي وو‪ ،‬چه اصل مقصد پکې د " کفر او داسالم" د تور‬
‫‪535 of 1205‬‬

‫او تهمت تبلیغ وو‪ .‬ویل کیږي چه ددې تحریکاتو شاته د‬


‫انګریزانو الس هم وو‪ ،‬چه ددوی اجنټان د مذهبي پیرانو‬
‫په جامه کې‪ ،‬خصوصا ً د افغانستان په پښتنو سیموکې‬
‫راښکاره شول‪ .‬او د کفر د تبلیغ موضوع دا وه چه امیر‬
‫امان اهلل خان د یو پراخه تعلیمي او علمي پروګرام په لور‬
‫ګامونه اوچت کړي وو‪ ،‬چه دا د جهالت په ضد د علم د یو‬
‫ځالنده قیام غږ وو‪ .‬چه د جوړو شوو مکتبونو په شاګردانو‬
‫کې د نجونو لیکې د لیک او لوست په لور ولیدل شولې‪ .‬نو‬
‫نجونو به هم تعلیم کاوو‪ .‬لکه څرنګه چه امیر امان اهلل د‬
‫خپل عصري او نوي تعلیمي پروګرام په پراخ چوکاټ کې‬
‫له هلکانو سره یو ځای نجونې هم خارج ته په مختلفو‬
‫مسلکونو کې واستولې‪ .‬او پدې کار ارتجاع ته د کفر د‬
‫تبلیغ بهانه عمالَ پیدا شوې وه‪.‬‬
‫د همداسې ورانونکو او منفی شرطونو په سیاسي‬
‫غوغا کې دننه له کوهدامن څخه د عصیان غږ واوریدل شو‬
‫چه موجوده دولت باید له منځه ویسي‪ .‬دا د فارسي ژبو د‬
‫زړونو هغه غږ وو چه پښتنو په کلونو حکومت پرې کړی وو‬
‫او اوس د یو "غله" له ژبې ختلی وو او حبیب اهلل غله په‬
‫‪536 of 1205‬‬

‫خپل کم قوت له امان اهلل خان څخه تخت ونیوو‪.‬‬

‫نو مانا دا وه چه‪:‬‬


‫‪ .۱‬تخت د فارسي ژبو الس ته ورغلی وو‪.‬‬
‫‪ .۲‬له فارسي ژبو څخه غږ ختلی وو چه مهم وو‪.‬‬
‫آیا په زړونو کې ددې زنداني غږ علت څه وو؟‬

‫داده هغه موضوع چه د افغانستان په نوم د هیواد د‬


‫جوړیدو له بنیاد سره ارتباط لري‪ .‬پدې مانا چه کله د هند‬
‫په پیسو د ابدالي احمد شاه الس ته پوځ ورغی‪ ،‬نو ئې د‬
‫نورو سیمو د اوسیدونکو قامونو مطیع کولو راوستلو ته‬
‫خپل پوځ د خپل لوی وزیر شاولي خان په مشرئ‬
‫واستاوو‪ .‬کله چه د افغانستان د نورو سیمو د پښتنو له‬
‫طرفه د خپل پښتون پاچا پاچاهي ومنل شوله‪ ،‬مګر ملړنی‬
‫برخورد په فارسي ژبو کې رامنځ ته شو‪ .‬دا فارسي ژبي‬
‫همدا د کوهدامن او د کوهستان خلک وو‪ ،‬چه د هندوکش‬
‫د غره په جنوبي ملنې او درو کې پراته وو‪ .‬کله چه د‬
‫شمالي خلکو مقاومت وښود‪ ،‬نو د پنجشیر د درې او د‬
‫غوربند د سیمې فارسي ژبي هم ورسره په قیام کې په‬
‫چریکي او ګریالئی جنګونو شریک شول‪.‬‬
‫‪537 of 1205‬‬

‫او کله چه د جنګ موده دوو کلونو ته ورسیدله‪ ،‬نو د‬


‫کندهار د ابدالي پښتنو او هم د غلجي پښتنو تر منځه د‬
‫پښتونولي د احساس اړیکې د خپل مشترک رقیب‬
‫”فارسي ژبو“ په مقابل کې په نژدیکیدلو شولې‪ .‬او تیرې‬
‫قامي دښمنۍ ګام په ګام د دوستي په لور الره وهله‪ .‬او‬
‫ددې دوستي نتیجه دا شوله چه د ابدالی قام زړه له څټ‬
‫نه آسوده شوی وو‪ ،‬چه پدې سختو شرطونو کې له غلجي‬
‫قام سره په جنګ ونه نښلي‪ .‬نو ئې د شمالي "کوهدامن‬
‫او کوهستان" د خلکو په مجازات ئې فیصله وکړه‪.‬‬
‫کورونو او باغونو ته ئې اور واچاوو او د عام قتل په‬
‫وحشت ئې الس پورې کړ‪ .‬ډیرو پښتنو له شمالي او‬
‫پنجشیر نه د هغوی پیغلې او ښځې هم له ځانو سره‬
‫بوتللې‪ .‬ددې رنګه ظلم پټې غوصې لکه زهر په زړونو کې‬
‫د یو کین او انتقام په کمین واووښتلې چه په منځ کې‬
‫خبره یوازې د فرصت وه‪ ،‬چه هغه پټې غوصې یوه ورځ په‬
‫قیام واوړي‪.‬‬
‫دا قیام "کلکاني حبیب اهلل" سر ته په کال ‪۱۹۲۹‬م کې‬
‫ورساوو‪ ،‬او دولتي قدرت د فارسي ژبو الس ته ورغلی وو‪.‬‬
‫‪538 of 1205‬‬

‫دوهمه مرحله‪:‬‬

‫د پښتنو په مقابل کې د دولت او اقتدار د سیاسي‬


‫مطالبې فرصت پدې دوهمه مرحله کې فارسي ژبو ته‬
‫تاریخ برابر کړ‪ .‬چه دا یو استسنائي حالت وو او دا‬
‫فرصت د "جهاد" په شرطونو کې پوخ شو‪ .‬که د ملړي‬
‫مرحلې قیام په یوې محدودې سیمې کې ولیدل شو او‬
‫محدودو فارسي ژبو پکې برخه واخستله‪ ،‬او هم که د قیام‬
‫سیاسي اړخ ډیر خام وو‪ ،‬مګر پدې دوهمه مرحله کې هم‬
‫په ذهني شرطونو فضا بل څه وه او هم عمالَ د ژورو‬
‫تغیراتو ریښې د ټولو غیر پښتني قامونو په زړونو کې‬
‫غځیدلې وې او د جهاد د لسو کلونو په موده کې ال هم‬
‫پخې شولې‪.‬‬

‫مخکې له هغه چه د افغانستان په خاوره د شوروي اتحاد‬


‫پوځ یرغل وکړي او د شوروي متجاوز پوځ په مقابل کې‬
‫”جهاد" پیل شي‪ ،‬ال پخوا د اعلحضرت محمد ظاهر شاه‬
‫له خوا د ‪۱۹۶۰‬م لسیزه کې د دیموکراسي مهم اصل چه‬
‫د احزابو د جوړیدو یوه "نیمه قانوني" الره وه په‬
‫‪539 of 1205‬‬

‫افغانستان کې جوړه شوله‪ .‬نو د مختلفو سیاسي احزابو‬


‫برنامې او فعالیتونه میدان ته راووتل او حزبي فعالیتونو‬
‫قانوني شکل ونیوو‪.‬‬
‫پدې مرحله کې د اکثرو احزابو پام په "سوسیالیزم"‬
‫او د سوسیالیستي افکارو په مقابل کې د اخوانیزم په‬
‫تشکل او مقابلې شوی وو‪ ،‬چه خصوصا َ دوه عامله پکې‬
‫مهم وو‪:‬‬
‫یو عامل؛ په جهان کې د سوسیالیزم او کمونیزم غږونه او‬
‫شعارونه وو او هم عمالَ کمونستي کودتاوې شوې وې او‬
‫د وروسته پاته هیوادونو په دننه کې دروشنفکرانو زیات‬
‫تمایل د سوسیالیزم په لور وو‪ .‬اکثره روشنفکرانو‬
‫سوسیالیزم غوښت‪.‬‬
‫دوهم عامل؛ د ساړه جنګ نتیجې وې‪ ،‬چه خصوصا َ‬
‫متضادو تبلیغونو زور نیولی وو‪ .‬او همدا بل علت وو چه د‬
‫سوسیالستانو په ضد اخوانیانو د دین په نوم تبلیغ کاوو‬
‫او حزبونه ئې جوړ کړل‪ .‬چه غرب د سوسیالیزم په ضد او‬
‫په واقعیت کې د ماسکو او د شوروي اتحاد په ضد د‬
‫اخوانیانو د تبلیغ په ضد نه وو‪ .‬بلکه برعکس د غرب په‬
‫الس کې اخوانیزم یوه وسیله هم وه‪ .‬پدې توګه په‬
‫‪540 of 1205‬‬

‫افغانستان کې دا دوه دښمن قوتونه په حزبي شکل‬


‫ښکاره شوي وو‪.‬‬
‫د ‪ ۱۹۶۰‬له لسیزې څخه بیا د ‪۱۹۷۸‬م تر کمونستي‬
‫کودتا پورې‪۱۳۵۷" ،‬ه ش" دواړه مخالف حزبونه قوي‬
‫شوي وو‪ .‬لکه څرنګه چه د ماسکو له حمایې الندې په‬
‫افغانستان کې د ”خلق دیموکراتیک ګوند" په نوم حزب‬
‫کمونستي کودتا وکړه‪ ،‬د "جمهور رئیس محمد داود خان“‬
‫او د هغه د ډیر نږدې فامیلي غړو وینه ئې په ډیره‬
‫نارحمي تویه کړه‪.‬‬
‫نو د افغانستان د کمونست حزب له کودتا سره‬
‫ماسکو هم وتړل شو‪ ،‬چه باید یو "خیالي کمونیزم" ته‬
‫خپلې اوګې کوپې کړي او ټول بارونه ئې په اوګو ویسي‪.‬‬
‫مګر ناخبره لدې چه دا یو خیالي انقالب او یو خیالي‬
‫کمونیزم وو‪ ،‬چه بالخره به ئې د ماسکو اوګې ماتولې‪ .‬لکه‬
‫څرنګه چه همداسې هم وشول‪ .‬او بدترینه نتیجه یې دا‬
‫شوه چه؛ د اقتدار تاج یې د کمونیزم په ځای‪ ،‬د خپل‬
‫دښمن یانې "اخوانیزم" په سر کیښود‪ .‬او دوی له‬
‫افغانستان څخه پښې سپکې کړې او ووتل‪.‬‬
‫‪541 of 1205‬‬

‫که جهاد پیل شوی وو‪ ،‬مګر داځل د فارسي ژبو السو ته‬
‫هغه قوت ورغلی وو‪ ،‬چه دوی په خوب کې ال هم لیدلی نه‬
‫وو‪.‬‬
‫یو‪ :‬د غرب بیحسابه ډالر وو‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬په الس کې یې هر رنګه وسلې‪.‬‬

‫دا دوه قوتونه وو چه فارسي ژبو ته ئې د دولتي اقتدار د‬


‫ګټلو فکر او ځانګړی فرصت ورکړی وو‪.‬‬
‫خبره د همداسې فرصت وه چه له ملړي محدود‬
‫پاڅون "‪۱۹۲۹‬م" څخه یې ډیر ژور فرق درلود‪ .‬ټول هغه‬
‫اخواني حزبونه چه د پاکستان د پیښور ښار کې دیره‬
‫شوي وو د غرب وسلې او پیسې ئې د حزبونو السو ته‬
‫ورتللې‪ ،‬پدې منظور چه غرب پدې فرصت کې د ماسکو‬
‫کمونیزم په افغانستان کې د افغانانو په وینو ګونډه کړي‪.‬‬
‫نو دوی له خپلو پیسو تیر شوي وو‪ ،‬او اخواني احزاب د‬
‫افغانانو له وینو تیر شوي وو‪.‬‬
‫ځکه چه جنګ د "اسالم" او د "ملحد کافر کمونست“‬
‫تر منځه د "جهاد" اسالمي شکل ونیوو‪ .‬چه نه دافغان‬
‫نوم پکې وو او نه د افغان د ملي قیام هدف او د ملي‬
‫‪542 of 1205‬‬

‫استقالل بیرغ پکې وو‪ .‬بلکه د کمونست او کافر وژل یو‬


‫جهاد وو‪ .‬جهاد کونکي ته د مجاهد په نوم لوړ مقام‬
‫ورکړل شو او د اسالم د سالمت په الر کې د شهید په‬
‫برخه په هغه بله دنیا کې جنت ورکړل شوی وو‪ .‬الکن دننه‬
‫دننه ددې جهاد د شعار له وښو الندې په واقعیت کې د‬
‫تاجکو‪ ،‬د ازبکو او د هزاره د قام د قامي آزادی مړې‬
‫‪ ۲۵۰‬کلن اوبه بهیدلې‪ .‬یوازې هدف د پښتنو د دولتي‬
‫اقتدار پای ته رسول وو‪ ،‬او ددوی له رسمي او سیاسي‬
‫حاکمیت څخه ځان خالصول وو‪ .‬آن تر دې چه نور نو‬
‫نوبت د تاجکو د فارسي ژبو وو‪ ،‬چه پښتانه باید لیرې‬
‫شي او په تخت دوی کیني‪ .‬ځکه چه دوی به ویل چه‪:‬‬
‫"ژرنده که د پالر ده هم په وار ده“‪ .‬پښتنو خپل وار تیر‬
‫کړی‪ ،‬اوس نوبت زمونږ قام ته رارسیدلی دی چه پاچاهي‬
‫وکړو‪.‬‬

‫د ازبکو قام یو نوی "خراسان" غوښت او د هزاره شعیه‬


‫قام ځانته خپل مستقل هیواد غوښت‪ ،‬کوم چه هغه هیواد‬
‫د "بامیانو" والیت وو‪ .‬د پښتنو په ځای ئې او حتی د‬
‫افغانستان په ځای ئې خپلې اړیکې له ایران سره‬
‫غوښتلې‪ .‬مګر ال وخت پاته وو چه دا د اخوان مختلف‬
‫‪543 of 1205‬‬

‫حزبونه له پیښور او ایران څخه د شوروي د پوځ له وتلو‬


‫وروسته کابل ته ځانونه راورسوي‪ ،‬چه همداسې هم‬
‫وشول‪.‬‬
‫الکن د مطالعې مهمه موضوع دا وه چه د تاجک د قام‬
‫حزبي رهبرانو چه د اخوان په بنیاد ئې زور او وسعت د‬
‫جهاد په کلونو کو موندلی وو‪ ،‬د دولتي اقتدار د ګټلو‬
‫قوماندانان او پوره تشکیل او وسلې ئې آماده کړې وې‪.‬‬
‫چه ملړی دولت تر السه کړي او بیا د دولت داري لپاره ئې‬
‫کادرونه هم روزلي وو‪ .‬چه په راتلونکې کې د وزارتونو د‬
‫مقام وظیفې او عهدې سرته ورسولی شي‪ .‬چه ددې‬
‫اخواني حزب نوم "جمعیت اسالمي" وو او رهبر ئې‬
‫”برهان الدین رباني" نومید‪ .‬لوی نظامي قوماندان ئې‬
‫"احمد شاه مسعود" نومید‪ .‬یو د بدخشان وو او دا دوهم‬
‫د پنجشیر وو‪.‬‬
‫مګر د افغانستان په خاوره د خیانت دروند سیوري‬
‫د کمونستي کودتا "‪۱۹۷۸‬م ‪۱۳۵۷ -‬ش" له کال څخه په‬
‫پریوتلو پیل شوي وو‪ ،‬چه نه کمونستان واقعی وو او نه‬
‫هم د هغوی د کمونیزم بوټی واقعي وو‪ .‬چه په افغانستان‬
‫کې نه فابریکې وې او نه هم د فابریکو دننه کوم د مولد‬
‫قوت کارګره طبقه جوړه شوې وه‪ .‬چه د کمونیزم تیوري ته‬
‫‪544 of 1205‬‬

‫یو عملي او واقعي جامه ورواغوندي او د کارګرو انقالب‬


‫تر سره شي‪ .‬یوازې په ماسکو تړل شوي رهبرانو د قدرت‬
‫د ګټلو تنده درلودله او د سوسیالیزم په شعار کې ئې‬
‫همدا تنده پټه پوښلې وه‪ .‬مګر کله چه دوی قدرت د کودتا‬
‫له الرې تر السه کړ‪ ،‬نو ئې د وژلو او بندي کولو‪ ،‬تعقیب‪،‬‬
‫شکنجو او تاالشیو له وسایلو څخه په ټول شدت او‬
‫وحشت کار واخیست‪ .‬چه خلک باید ددوی د رڼا ورځې‬
‫کودتا په انقالب ومني او السونه په سینه په اطاعت ورته‬
‫کیږدي‪ ،‬که نه خو باید د امپریالستانو او یا د امپریالیزم‬
‫د نوکرانو او د امریکا د جاسوسانو په تور او تهمت له‬
‫منځه ویوړل شي‪ .‬چه همدا کار پیل شو او د جاسوسي‬
‫جهنمي شبکې تشکیالت په حرکت ولویدل‪.‬‬
‫بیا ورپسې د اخوانیزم د وحشت مرحله راورسیدله‬
‫چه اسالم هم یو جنایت کار پردی بوټی وو او د‬
‫افغانستان د خاورې بوټی نه وو‪ .‬لکه د کمونیزم بوټی په‬
‫افغانستان کې شین شوی نه وو‪ .‬دواړه د افغانستان د‬
‫لستوڼي ماران وو او دواړه غالمان وو‪.‬‬
‫مګر د تاجکو د قام د فارسي ژبو د کلونو آرمان تر‬
‫سره شوی وو‪" .‬رباني" تاجک په کابل کې پاچاهي ته‬
‫‪545 of 1205‬‬

‫رسیدلی وو او احمد شاه مسعود ئې د دفاع وزیر وو‬


‫کال ‪۱۹۹۲‬م‪.‬‬
‫د دې پاچاهي ملنه د کابل له شاهي ارګ څخه د‬
‫غرب په لور د "آرتن پله" حدود‪ ،‬او د جنوب په لور تر زړو‬
‫میکروریانو پورې او د شرق په لور تر "هودخیلو" وسعت‬
‫درلود‪ .‬ځکه چه اخوانیزم په اسالمي مختلفو حزبونو هم‬
‫کمونیزم په افغانستان کې له منځه وړی وو او هم ددوی‬
‫هر یو حزب په یو نظامي قوت آووښتي وو‪ .‬نو نتیجه دا‬
‫وه چه د فارسي ژبو د اخواني احزابو په مقابل کې د‬
‫پښتیو ژبو له قام څخه په اکثریت اخواني احزاب د یو او‬
‫بل مخې ته د قدرت د ګټلو په مقابله دریدلي وو‪ .‬لدې چه‬
‫هر اخواني حزب نظامي قوت درلود‪ ،‬نو هر یوه د قدرت‬
‫طلبي د ناروغي میکروب هم آخستی وو‪ .‬او پدې توګه په‬
‫کال ‪۱۹۹۲‬م کې ددې اسالمي مختلفو احزابو تر منځ په‬
‫کابل کې سخت جنګ پیل شو‪ .‬زیات جنایتونه ئې ترسره‬
‫کړل چه د بشري تاریخ حافظه به ئې هیره نکړي‪ .‬او دا‬
‫به د افغانانو د درون مائې د پیژندلو آینه هم وي‪ .‬ددې‬
‫جنګونو او د کابل د بیګناه اوسیدونکو دعام قتل ورځني‬
‫مفصل جریان مې په خپلو بیلو ورځني یاداشتونو کې‬
‫لیکلي او تاریخ ته مې سپارلي‪.‬‬
‫‪546 of 1205‬‬

‫د اسالمي احزابو له جملې نه هغو احزابو چه په کابل‬


‫کې په غال او د کورونو په چور او د کابل دخلکو په وژلو‬
‫او د کابل ښار په ورانولو کې لوی الس درلود‪ ،‬هغه‪:‬‬

‫‪ .۱‬د "ګلبدین حکمتیار" په مشري "اسالمي حزب“‪ .‬دا‬


‫سړی په قام "خروټی" پښتون وو او د حزب مطلق‬
‫اکثریت ئې پښتانه وو‪.‬‬
‫‪ .۲‬د "عبدالرب رسول سیاف" په مشري د "اتحاد‬
‫اسالمي" حزب‪ .‬دا سړی هم پښتون دی‪ .‬په پغمان کې‬
‫اوسیده او د حزب مطلق اکثریت ئې پښتانه وو‪.‬‬
‫نوټ‪ :‬ددې سړي نوم په اول کې ”عبدالرسول“ وو‪ ،‬یانې د‬
‫’محمد بنده‘‪ .‬مګر وروسته یې په ”عبدالرب“ بدل کړ‪.‬‬
‫‪ .۳‬د "عبدالعلي مزاري" په مشری د "وحدت حزب“‪ .‬دا‬
‫سړی د مزار وو‪ .‬شعیه هزاره وو او هزاره ئې د حزب‬
‫غړي وو‪.‬‬
‫‪ .۴‬د عبدلعلي مزاري له حزب سره د یو بل شعیه حزب د‬
‫”شیخ آصف ُمحسني“ په رهبري حرکت اسالمي حزب‬
‫‪547 of 1205‬‬

‫وو‪ .‬دا سړی د کندهار د شیعیه ګانو څخه وو او د کابل‬


‫په جنګونو کې شریک وو‪.‬‬
‫‪ .۵‬د ازبک "عبدالرشید دوستم" په مشری د ازبکو د قام‬
‫حزب‪.‬‬
‫‪ .۶‬د ”برهان الدین رباني" په مشري د "جمعیت‬
‫اسالمي“ حزب چه غړي ئې اکثرا ً تاجک فارسي ژبي وو‪.‬‬
‫دا سړی د بدخشان د والیت وو‪.‬‬

‫دا نو د پښتنو د پاچاهي د ختم اعالن هم وو‪.‬‬

‫کله چه ویل کیږي چه "د پښتنو پاچاهي" مانا داده‪ ،‬چه‬


‫د افغانستان په نوم د هیواد بنیان ګذار د کندهار د‬
‫ابدالي قام وو او ابدالي پښتانه وو‪ .‬بیا چه د ابدالیانو د‬
‫قام نوم په " ُدراني" بدل کړل شو‪ .‬نو د احمد شاه له‬
‫نیکونو څخه یو "سدو خان" نومیده او له همدې نامه څخه‬
‫دوی ته ”سدوزي“ نوم ورکړل شوی وو‪ .‬چه د دغو‬
‫سدوزیو د قام بله پوښه "محمدزي" وو‪ ،‬چه د نیکه له نوم‬
‫څخه ئې د محمدزیو شهرت پیدا کړی وو‪ .‬د کندهار د‬
‫پښتنو د قام پاچاهي له ‪۱۷۴۷‬م نه تر ‪۱۹۷۸‬م پورې وو‪،‬‬
‫‪548 of 1205‬‬

‫چه د کمونستي کودتا سره پای ته ورسیده‪ .‬حتی په‬


‫هماغه دوره کې که څه هم قدرت د یو حزب په الس کې‬
‫وو‪ ،‬مګر په مشرتوب کې یې څه نا څه پښتانه پاته شول‪.‬‬
‫نو بیا په ‪۱۹۹۲‬م کې د جمعیت حزب د پښتنو د اقتدار‬
‫پای لید‪.‬‬

‫د سدوزیو د شاهي خاندان څخه‪:‬‬


‫‪ .۱‬احمد شاه‪.‬‬
‫‪ .۲‬زوی ئې تیمور شاه‪.‬‬
‫‪ .۳‬د تیمور شاه زوی "شاه زمان“‪.‬‬
‫‪ .۴‬د شاه زمان سکنی ورور شاه شجاع‪.‬‬
‫‪ .۵‬د شاه شجاع ناسکه ورور شاه محمود‪.‬‬
‫‪ .۶‬او په دوهم ځل بیا "شاه شجاع" پاچاهي وکړه‪.‬‬
‫‪ .۷‬له شاشجاع سدوزي څخه بیا "امیر دوست‬
‫محمدخان" محمد زي پاچاهي وګټله‪ .‬چه پدې توګه د‬
‫پاچاهي خاندان له سدوزیو پښتنو څخه د کندهار ”محمد‬
‫زي" قام ته انتقال شوله‪.‬‬
‫‪549 of 1205‬‬

‫د یادونې وړ ده‪ ،‬چه د محمدزی شاهي خاندان یو پاچا‬


‫هم په پښتو ژبه خبرې نشوای کوالی‪ ،‬یانې لکه پښتانه په‬
‫صراحت یې په پښتو تکلم کوالی نشوای‪ ،‬بلکه ټول په‬
‫فارسي ژبه غږیدل‪.‬‬

‫په کال ‪۱۹۹۲‬م کې فارسي ژبي "غیر پښتنو" قامونو‬


‫ونشوای کړالی چه تر خپلو منځو په تخت او پاچاهي له‬
‫یو بل سره متفق او جوړ شي‪ .‬بلکه د اتفاق په ځای تر‬
‫خپلو منځو په جنګ شول‪ .‬البته پدغو اسالمي احزابو کې‬
‫د نظامي او سیاسي قوت له کبله د جمعیت حزب متشکل‬
‫تره وو‪ .‬او همدا د تاجکو د فارسي ژبو حزب وو چه ئې د‬
‫ټول افغانستان دولتي اداره د ځان حق ګاڼه او په همدې‬
‫ادعا ئې پراخه حزبي تشکیالت او پالنونه ال د جهاد په‬
‫کلونو کې په نظر او عمل کې نیولي وو‪ .‬حتی ډیر پښتانه‬
‫قوماندانان یې هم په مختلفو والیتونو کې خپل حزب ته‬
‫جذب کړي وو‪ .‬الکن په کابل کې له نورو اسالمي حزبونو‬
‫سره په جنګ مشغول پاته شول‪" .‬رباني" که څه هم په‬
‫شاهي ارګ کې د جمهور رئیس په نوم ناست وو‪ ،‬الکن د‬
‫پاچاهي د اقتدار وسعت ئې د کابل دریمه برخه رسیدلې‬
‫وه‪ .‬نو دا‪:‬‬
‫‪550 of 1205‬‬

‫‪ .۱‬د پښتنو د پاچاهي له قید نه د ځان خالصولو طریقه‬


‫وه چه د کلونو آرزویې په سینو کې پاته وه‪.‬‬
‫‪ .۲‬د غیر پښتنو تر خپل منځه د اتفاق مسله وه‪.‬‬

‫مګر د جهاد د کلونو او ددوی د اسالم له شعار الندې په‬


‫جوړو کړو حزبونو کې د پیسو او وسلو جهادي شرطونو‬
‫ددوی د هر حزب هم د قدرت طلبي آرزوګانې وتخنولې او‬
‫هم ددوی تر خپلو منځو "تاجک له ازبکو او ازبک له‬
‫هزاره وو" څخه او بیا په عموم کې د "تاجکو‪ ،‬ازبکو او‬
‫هزاره وو له پښتنو" څخه کرکه د یو قامي ژور نفاق‬
‫پخوانۍ ریښې رالوڅې کړلې‪ .‬یوازنی د تاریخي واقعیت‬
‫موضوع همدا له یو او بل څخه د بیزاري موضوع وه چه‬
‫د عبرت خبره وه‪ .‬او پدې عبرت ناکه خبره کې‪:‬‬
‫یو‪ :‬د افغانستان اوسیدونکي د ملت روح ندرلود او یو‬
‫اسالمي اُمت وو‪،‬‬
‫دوهم‪ :‬ورسره ددې اسالمي اُمت په دننه کې د جوړو‬
‫شوو زیاتو اسالمي احزابو اسالم‪ ،‬د بل حزب له اسالم‬
‫څخه هم فرق درلود‪ .‬او هم د یو حزب اسالم د بل حزب د‬
‫اسالم دښمن وو‪.‬‬
‫‪551 of 1205‬‬

‫دا وه هغه مهمه موضوع چه د افغانستان په نوم د یو‬


‫هیواد د اوسیدونکو د پیژندنې واقعي څهره ئې پداسې‬
‫شرطونو کې میدان ته وویستله چه‪:‬‬
‫یو‪ :‬دوی په پیسو او وسلو په قوت کې وو چه په مظلوم‬
‫کې نه حسابیدل‪،‬‬
‫دوهم‪ :‬وخت او زمان بیخي آئینه وه‪ ،‬ځکه داد شلمې‬
‫پیړۍ د پای کلونه وو‪ .‬پدې مانا چه ال د شلمې پیړۍ په‬
‫پای کې نه ددوی په پکر کې د ملي وحدت شعور ځای‬
‫نیولی وو او نه هم د اتفاق په روح تړل شوي وو‪.‬‬

‫د کابل هره کوڅه د همدې تاریخي واقعیت شاهدې وې‬


‫چه په هره کوڅه کې هر اسالمي حزبي وسله وال د هغې‬
‫کوڅې مطلق واکمن او پاچا وو‪ .‬چه کورونه ئې چور کول‬
‫او خپل حزبي رقیب ئې په خپله ساحه کې ژوندی نه‬
‫پریښود‪ .‬یا به ئې اسیر کړ او یا به ئې وواژه‪ .‬پدې توګه‬
‫په کابل کې د شپږو دښمنو اسالمي احزابو شپږ‬
‫پاچاهي جوړیشولې‪ .‬چه څلور کاله ئې هره ورځ په‬
‫لسهاوو راکټونو او په سلهاو زرو د مختلفو وسلو په مرمیو‬
‫د یو او بل نظامي سنګرونه ویشتل‪ .‬له نظامي سنګرونو‬
‫څخه مقصد له خپلو اوسیدونکو څخه تش شوي کورونه‬
‫‪552 of 1205‬‬

‫وو چه نظامي سنګرونه ترې جوړ شول‪ .‬د پوهنتون له هر‬


‫دیوال او د پوهنځي له درسخانو څخه سنګرونه جوړ‬
‫شول‪ .‬حتی له سړکونو الندې تونلونه هم وویستل شول‪.‬‬
‫چه ال په ملړي کال ‪۱۹۹۲‬م چه کله مجاهدین کابل ته له‬
‫ایران او پیښور څخه راورسیدل‪ ،‬کورونه په مطلق اکثریت‬
‫چور شول‪ .‬د کابل په سړکونو شخصي او د دولت موټرې‬
‫د وسلو په زور ودرول شول او د موټر خاوندان له خپلو‬
‫موټرو څخه د توپک په کنداغ یا ووهل شول او یا حتی‬
‫ووژل شول‪ .‬دکانونه غال شول‪ ،‬هوټلونه غال کړل شول او‬
‫ټول هغه څه چه په پیسو آووښتل‪ ،‬تر سیمونو پورې‪ ،‬تر‬
‫موزیم او د شفاخانو تر بسترو او ماشینونو او تر‬
‫کتابخانو او حتی د ادیرو له قبرونو څخه د هډوکو تر‬
‫ویستلو او تر خرڅولو پورې… !‬
‫د افغانستان د مجهز اُردو ټولې سقیلې او خفیفې وسلې‬
‫او حتی تجهیزات مکمل ورک شول‪ .‬یانې ټول په پاکستان‬
‫او ایران خرڅ شول‪.‬‬
‫ددې خبرو اصلي مطلب دادی چه کله د کابل له‬
‫وراني څخه او د ‪۱۹۹۲‬م کال څخه یاد آورنه کیږي‪ ،‬او دا‬
‫یاد آورنې ډیر ځله تکرار شولې‪ ،‬مګر د اصلی مطلب په‬
‫‪553 of 1205‬‬

‫هغې موضوع تش یوه خبره ال ونشوله کوم چه د ورانونکو‬


‫خپل دننه "اخالقي" وراني وه‪.‬‬
‫دوی اسالم روزلي وو‪ .‬دوی هر یو د اسالمي‬
‫احزابو غړي وو‪ .‬دوی هر یوه د اسالم لپاره په افغانستان‬
‫کې د شوروي یرغلګر پوځ په مقابل کې جهاد کړی وو‪.‬‬
‫مګر نه د یو "انسان افغان" په نوم او په ملي شعور او په‬
‫اخالقي غیرت‪ ،‬بلکه د "مسلمان مجاهد" په نوم‪.‬‬
‫او اسالم خو پخپله د "انساني او اخالقي روح" د‬
‫زوال یو علت وو‪ .‬دا یو حقیقت دی‪ ،‬یو تاریخي حقیقت‪،‬‬
‫نه کوم پوچ تهمت‪ .‬ددې حقیقت شاهد نژدې تاریخ د‬
‫افغانستان د پایتخت کورونه وو‪ ،‬چه مجاهدینو ال په ملړی‬
‫کال او په ملړۍ میاشت چور او غال کړل‪ .‬او هر نړیدلی‬
‫دیوال ئې د اسالم د الرې د مجاهدینو د الس زخمونه‬
‫لري‪ .‬چه یو وخت همدا کار یو عرب کړی وو چه په دوو‬
‫تورو ئې د کابل اوسیدونکي ووژل‪ .‬او د اسالم د جنایت‬
‫د محاکمې د یو شاهد په توګه د هغه قاتل عرب قبر د‬
‫همدې کابل په زړه کې پروت دی‪ .‬اسالم کوم اخالق ال له‬
‫بنیاد څخه ندرلود او اوس ئې هم نلري‪ .‬خصوصا َ چه‬
‫‪554 of 1205‬‬

‫اوس خو ئې ټولې نړۍ ته د اسالم واقعي څهره په‬


‫ځانونو د بم په تړلو ښکاره کړه‪.‬‬
‫په افغانستان کې له هغه وخته چه د اسالم د ګناه‬
‫تیارې راغلي دي له هغه وخته راهیسې داسې زمان او‬
‫پیړۍ او د ژوند هم شپه او هم ورځ نشته چه له ګناه‬
‫څخه پاکه تیره شوي وي‪ .‬او داسې مسلمان افغان نشته‬
‫چه د خپل ژوند یوه شپه ال د اسالم په ځای د خپل عزت‬
‫په انساني پکر او پام تیره کړي وي‪ .‬دا له خپل انساني‬
‫پکر کولو او پکر لرلو څخه د پردي کیدو علت وو چه د‬
‫افغانستان د هیواد په اوسیدونکو کې په یو ژورې‬
‫"معنوي خالیګاه" واووښت‪ .‬چه اوس ئې د ژوند هر ګام‬
‫ته شرمونه آووښتي دي چه په ټول بشریت او د بشریت‬
‫په تاریخ کې داسې مخلوق لیدل شوی ندی چه په خپلې‬
‫غالمي فخر وکړي او خپل همدې جهالت ته میړانه او‬
‫غیرت ووائي‪ .‬لکه څرنګه چه پدې هیواد کې نه قاتل‬
‫کمونستان محاکمه شول او نه هم جنایت کار مجاهدین د‬
‫عدالت د میز مخې ته ودرول شول‪ .‬ځکه چه دواړه د‬
‫پردیو غالمان وو او دواړه قاتالن او مجرمین وو‪ .‬او د‬
‫‪555 of 1205‬‬

‫”انسان افغان“ کوم غږ ددې تیرو پیړیو په اوږدو کې او‬


‫ال تر ننه دې وطن وانورید‪.‬‬
‫او دا بنیاد خصوصا َ د افغانستان په نوم د هیواد له‬
‫جوړیدو وروسته ال زیات د یو اسالم پرست بیګانه نسل د‬
‫روزلو سبب شو‪ .‬دا ځکه چه د افغانستان د هیواد بنیاد‬
‫په اسالم او اسالمي شریعت او د اسالم پرستانو د‬
‫روزلو په منظور کیښودل شو چه وروسته له هغه د اسالم‬
‫د وسعت او د اسالم د ساتنې وظیفه په رسمي توګه‬
‫دولت په غاړه واخستله‪ .‬مګر تش نوم ئې د "افغان" وو‬
‫چه "افغانستان" له بنیاد څخه یو دروغ نوم وو‪ .‬ځکه چه‬
‫نه افغان او نه هم انسان پکې وروزل شو‪ .‬چه د "انسان‬
‫او انساني" پکر په ځای د افغان په مغزو کې اسالم‬
‫پیچکاري شو او د "افغان" له نوم څخه د افغان یو ملي‬
‫روح ښکاره نشو‪ ،‬چه د یو واحد ملت تاریخی مرحلې ته‬
‫په همدغه نوم ورسیږي‪ .‬او هر یو قام په خپل واړه حدود‬
‫کې په اسالم تړلي پاته شول‪.‬‬
‫نو که فارسي ژبو له پښتنو څخه د دولتي واکمني‬
‫تر السه کولو پالن درلود دا پخپله یوه قامي ُعقده وه‪ ،‬نه‬
‫ملي پراخه عقیده‪ .‬او بیا که فارسي ژبي وو او که‬
‫‪556 of 1205‬‬

‫پښتناه وو له خپل قام سره ټول په پردي اسالم تړلي وو‪،‬‬


‫نه چه خبره د اجتماعي عدالت یا د دیموکراسي او‬
‫سیاسي حقوق پیروي په منظور چه بالخره هدف پکې د‬
‫وطن آبادي وي او تالش هم همداسې وي‪ .‬بلکه دا د‬
‫پیړیو د پټ کین هغه ُعقدې وې چه څرنګه له پښتنو څخه‬
‫د دولت د دولتي چوکیو په الس ته کولو او بیا بیرته‬
‫پښتانه د ژوند په مختلفو ساحو کې د دولت په قمچینه‬
‫ووهي او ورته ووائي چه موږ مو په همدې قمچینه وهلي‬
‫وو‪ .‬مګر ناخبره لدې چه پښتنو هیڅ وخت دا منلي نه وو‬
‫چه د فارسي ژبو په الس مګر په دولتي قمچینو وهل‬
‫وخوري‪ .‬ددې علت دادی چه د هر پښتانه په وینه کې دا‬
‫یقین جریان لري چه "دا هیواد د پښتنو دی"‪ ،‬پښتون‬
‫مشر ورور دی او د نورو ژبو قامونه ئې کشر وروڼه دي‪.‬‬
‫پښتانه پدې خوښ وو چه پاچا ئې د پښتانه قام له‬
‫خټې څخه وي‪ .‬نور پدې پسې نګرزیدل چه صدراعظم ئې‬
‫فارسي ژبی دی او وزیران ئې پښتانه ندي‪ ،‬مګر په یوه‬
‫شرط چه د دفاع وزیر به ئې هم پښتون وو‪.‬‬
‫له بلې خوا چه څومره پښتنو په توره حساب کاوو او‬
‫وطن ئې خپل ګاڼه‪ ،‬نو ساتنه ئې او دفاع ئې هم خپله‬
‫‪557 of 1205‬‬

‫ګڼله‪ .‬دا پداسې وخت کې چه د کوم پردي پوځ له تجاوز‬


‫سره مخامخ شوی نه وو‪ ،‬ځکه چه دا کار د پښتنو وو چه‬
‫غیر پښتانه له دولت الندې آرام وساتي‪ .‬پښتنو ګمان کاوو‬
‫چه باتور دي او باتوري ئې بس ده‪ .‬نور د کلچر او تعلیم‬
‫او فرهنګ او تحصیل لپاره شایق نه وو‪ .‬همدغه علت وو‬
‫چه فارسي ژبي په تعلیم او پوهه کې له پښتون قام څخه‬
‫په مخکې شول‪ .‬د فارسي ژبې له پښتو ژبې څخه‬
‫لوړوالی حتی په فامیلي مناسبتونو کې هم ښکاره شوې‬
‫ده‪ .‬د مثال په توګه هر هغه پښتانه چه خصوصا َ په کابل‬
‫کې له یوې فارسي ژبې کابلۍ سره واده کړی دی‪ ،‬نو‬
‫هماغه د پښتانه کور دننه د فارسي ژبې غږیدا اولیت او‬
‫ملړیتوب پیدا کړ‪ ،‬چه زمن ئې هم فارسي ژبي شوي دي‪.‬‬
‫چه د محمد زي کورنۍ یې ژوندی مثال دی‪.‬‬

‫***‬
‫‪558 of 1205‬‬

‫او فارسي ژبي …‬

‫پښتانه هر فارسي ژبي ته "دیګان" ویلي دي‪ ،‬الکن‬


‫د هغوی قامونه مختلف دي‪ .‬البته چه فارسي ژبه د ایران‬
‫د خلکو د غني فرهنګ ژبه ده چه د تاجکستان ژبه هم له‬
‫همدې فرهنګي چینې څخه یوه برخه ده‪ .‬او په افغانستان‬
‫کې ئې د پښتنو له قام څخه د فارسي ژبو توپیر دادی‬
‫چه د هر پښتون خپل قام معلوم دی‪ .‬هم د لویو سیمو‬
‫پښتانه تر خپلو منځو یو بل د همدې سیمو له حدود او‬
‫نوم څخه پیژني‪ .‬لکه د "پکتیا" پښتانه‪ ،‬د "مشرقي"‬
‫پښتانه یا د "کندهار" پښتانه او یا د "لغمان او کنر"‬
‫پښتانه‪ .‬او یا په خپلو خپلو سیمو کې هر پښتون قام بل‬
‫پښتانه قام څخه بیل دی‪ .‬د مثال په توګه‪ :‬په پکتیا کې‬
‫که ټول د "لوئې پکتیا" پښتانه بلل کیږي‪ ،‬مګر دننه په‬
‫پکتیا کې لوی جال جال قامونه لکه‪ :‬ځدراڼ‪ ،‬منګل‪ ،‬ځاځي‬
‫او نور دي‪ .‬یا د غلجیو تر خپلو منځو په لسهاوو قامي‬
‫څانګې لري‪.‬‬
‫‪559 of 1205‬‬

‫مګر فارسي ژبي په افغانستان کې همدا یو نوم لري‬


‫او د پښتنو په پرتله او تناسب په اقلیت کې دي‪ ،‬چه‬
‫نشي کوالی د "تورې" په وسیله له پښتنو څخه د پاچاهي‬
‫مقام ونیسي‪ .‬یو خو په اقلیت کې دي‪ ،‬دوهم دا چه د‬
‫جهاد د کلونو تجربو وښودل چه کله دوی په دوهم ځل د‬
‫پاچاهي ګټلو نیت وکړ‪ ،‬نو غیر"پښتانه اقلیت" قامونو‬
‫اتفاق ندرلود‪ .‬بلکه برعکس حزب او حزب بازیو په نفاق‬
‫آړولي وو او حتی تر خپلو منځو په جنګ شول‪" :‬ازبک‪،‬‬
‫شعیه هزاره او تاجک فارسي ژبو په کابل کې کابل په‬
‫کنډواله واړاوو“‪.‬‬
‫البته د جهاد شرطونو پیسې او وسلې ورکړې وې‪،‬‬
‫مګر ددې اقلیت قامونو پام په خپلو حزبونو او د خپلو‬
‫حزبونو په اسالم وو‪ ،‬چه طبعا َ اسالم یوه بهانه وه‪ .‬مګر‬
‫اصلي هدف د افغانستان په دننه کې که پښتانه وو او‬
‫که غیر پښتانه قامونو یو له بل څخه هم بیزاره وو او هم‬
‫هر قام د خپل مستقل واک آرزومند وو‪ .‬لکه څرنګه چه په‬
‫کابل کې "د کابل په غربي ساحه" کې چه د هزاره قام‬
‫زیات کورونه او نفوس لري‪ ،‬نو ددوی حزب "وحدت‬
‫اسالمي" خپل مستقل حزبي دولت او مستقل رهبر‬
‫‪560 of 1205‬‬

‫”عبدالعلي مزاري“ ځان ښکاره کړ او د کابل په شرقي‬


‫ساحه کې د شاهي ارګ دننه ناست د تاجکو د قام رهبر‬
‫"د جمعیت اسالمي" د حزب رهبر "رباني" پاچاهي ئې‬
‫ونه منله‪ .‬او یا پدې شرط چه "رباني" په ارګ شاهي کې‬
‫جمهور رئیس وي‪ ،‬مګر د کابل په غربي برخه کې به د‬
‫عبدالعلي مزاري واکمني وي‪ .‬لکه څرنګه چه ئې په همدې‬
‫مطلب ځانته مستقل مقر هم جوړ کړ‪ .‬چه بیا دا سړۍ د‬
‫طالبانو له خوا ووژل شو‪.‬‬
‫همداسې د ازبک قام د "عبدالرشید دوستم" په‬
‫مشري په کال ‪۱۹۹۲‬م کې د مجاهدینو کابل ته په ننوتلو‬
‫د هندوکش د سالنګ د غره له پاسه حدود جوړ کړ او دا‬
‫لیکل شوی شعار ئې د بیرغ په څیر په هغو لوړو کمرونو‬
‫وځړاوو چه‪" :‬به خراسان نوین خوش آمدید“‪ .‬دا شعار د‬
‫هغو کسانو لپاره هوشدار وو کوم چه د هندوکش د غره د‬
‫سلسلې په جنوب کې اوسیدل او مقصد پښتانه وو‪.‬‬
‫له یوې خوا چه فارسي ژبو د خپل جال قامونو کوم‬
‫هغه څانګې ندرلودلې چه پښتنو درلودلې‪ ،‬نو نتیجه دا وه‬
‫چه دوی د قام په ځای د "سیمو په نوم" یادیدل‪ .‬د مثال‬
‫په توګه‪ :‬د شمالي خلک "کوهدامن او کوهستان"‪ ،‬د‬
‫‪561 of 1205‬‬

‫پنجشیر خلک‪ ،‬د غوربند خلک او نور …‪ .‬مانا دا چه‬


‫پښتنو ته "پنجشیری" یا ”شمالي وال“ پیژندل کیدل چه‬
‫مقابل فارسي ژبی آیا د کومې سیمې او یا د درې‬
‫اوسیدونکی دی؟ مګر د هزاره قام ټولو ته معلوم وو او په‬
‫تحت شعور کې د هر افغان "که فارسي ژبی وو او که‬
‫پښتون وو" په ذهن کې یو پردی قام وو‪ ،‬چه نژاد ئې نه‬
‫تاجک وو او نه پښتون او نه ازبک‪ .‬همداسې د نورستان‬
‫قام همیشه یو غلی قام وو چه تر ډیرو پیړیو د حکومتونو‬
‫د حاکمیت له محوطې څخه بهر د غرونو په لوړو کې لیرې‬
‫پاته شول چه په هیڅ رنګه قامي جنګونو کې ئې السونه‬
‫ککړ نشول‪.‬‬
‫د فارسي ژبو په ملړۍ مرحله کې پاڅون څرنګه چه‬
‫پخوا ذکر شول په یوې محدودې سیمې کې وو‪ ،‬چه‬
‫”کلکانی حبیب اهلل" ئې مشر وو‪ .‬او په دوهمه مرحله "د‬
‫جهاد مرحله" کې د هندوکش په جنوبي ملنه کې دا ځل د‬
‫رهبري او مشری نوبت د پنجشیر درې ته انتقال شوی‬
‫وو‪ ،‬مګر له ملړۍ مرحلې نه پدې توپیر وو چه‪:‬‬
‫یو خو له ملړۍ مرحلې نه "‪۱۹۲۹‬م" شرطونو او کلونو‬
‫فرق کړی وو‪ .‬په ‪۱۹۲۹‬م کې پاڅون حزبي نه وو او د‬
‫‪562 of 1205‬‬

‫جهاد لپاره د شعار بهانه هم نه وه‪ .‬مګر په دوهم تالش‬


‫کې چه مثبت اړخونه ئې پیسې او وسلې وې او منفي‬
‫اړخونه ئې د فارسي ژبو تر منځه حزبي نفاق وو‪ .‬دا دوه‬
‫متضاده حالت ددې علت شو چه دا د فارسي ژبو د دولت‬
‫او اقتدار له ګټلو سره چه د بدخشان د والیت فارسي‬
‫ژبی رهبر ’رباني‘ د جمهور رئیس په مقام ناست وو‪،‬‬
‫مګر د دولت د ساتلو او د اقتدار او قدرت د دفاع له‬
‫مشکالتو سره مخامخ شي‪ .‬لکه څرنګه چه همداسې هم‬
‫وشول او د دولت دوام ئې ونشو ساتلی چه نظامي رهبر‬
‫ئې د پنجشیر اوسیدونکی "احمد شاه مسعود" وو‪ .‬احمد‬
‫شاه مسعود لکه کلکانی حبیب اهلل چه د دولت په ضد‬
‫پاڅید او له امیر امان اهلل خان څخه ئې تخت په خپله‬
‫توره ونیوو‪ ،‬داسې نه وو‪ .‬بلکه‪ ،‬احمد شاه مسعود د‬
‫شوروي پوځ په مقابل کې د اعالن شوي جهاد له منځه د‬
‫یو قوي قوماندان او د نظامي استعداد لرونکی په توګه‬
‫شهرت ته ورسید‪ .‬په نتیجه کې هم ئې خپل نظامي‬
‫شهرت او هم ئې د خپل حزب "جمعیت اسالمي" د قوي‬
‫تشکل په مټ خپل رهبر "رباني" ته تخت له نورو اسالمي‬
‫احزابو څخه ونیوو‪ ،‬مګر دا بری د اُزبکو د نظامي مټ په‬
‫‪563 of 1205‬‬

‫مالتړ وشو‪ .‬چه د تخت نیولو او د فارسي ژبو السو ته په‬


‫سپارلو فرصت په واقعیت کې د جهاد فرصت وو‪ ،‬نه چه‬
‫لکه کلکانی حبیب اهلل په خپل مټ او مخامخ د تخت نیولو‬
‫د اقدام شهامت ئې ښکاره کړی وي‪ .‬دا ځکه چه هغه‬
‫وخت چه د شوروي اتحاد پوځونو له افغانستان څخه‬
‫وروسته له لسو کلونو څخه "‪۱۹۸۹ - ۱۹۷۹‬م" ووتل‪ ،‬نو‬
‫دننه په افغانستان کې داخلي کمونستانو ال هم تر‬
‫‪۱۹۹۲‬م پورې حکومت درلود‪ ،‬چه مشر ئې "ډاکتر نجیب"‬
‫وو‪ .‬کله چه په کال ‪۱۹۹۲‬م کې مجاهدین کابل ته له‬
‫پیښور او ایران څخه راورسیدل دا راتګ یو چور ته ورته‬
‫وو‪ .‬چه آیا کوم اسالمي حزب به له نورو اسالمي احزابو‬
‫ځانونه ژر د کابل تخت ته ورسوي؟‬
‫پدې چور او تلوار او منډو کې خصوصا َ د "ګلبدین‬
‫حکمتیار" په مشري اسالمي حزب له بل هر حزب نه ډیر‬
‫د تخت نیولو او د دولتي اقتدار د ګټلو هوسي وو‪ .‬لکه‬
‫څرنګه چه همداسې هم وشول او مخکې له مخکې ئې په‬
‫کابل کې له هغو پښتنو سره ارتباط تامین کړی وو چه د‬
‫"خلق د کمونست حزب پښتانه کمونستان" وو‪ .‬نور نو‬
‫ګلبدین ته اسالم کوم ارزش ندرلود‪ ،‬یوازې دومره چه تخت‬
‫‪564 of 1205‬‬

‫وګټي‪ ،‬که متحدین ئې کمونستان هم وي‪ .‬او دا کار ئې‬


‫وکړ‪ .‬هم ارګ ته د ګلبدین د اسالمي حزب نظامي غړي‬
‫ننوتلي وو او هم ئې د داخلې وزارت واک د خلقیانو له‬
‫السه آخستی وو‪ .‬پښتنو کمونستو خلقیانو خپل ټول مهم‬
‫دولتي ځایونه د ګلبدین نظامي غړو ته سپارلي وو‪.‬‬
‫مګر په مقابل کې د جمعیت اسالمي د حزب‬
‫نظامي قوماندان احمد شاه مسعود او د ازبکو د قام‬
‫مشر "عبدالرشید دوستم" له پخوا څخه او د شمالي له‬
‫سیمې ځانونه کابل ته نژدې کړي وو‪ .‬دوی دواړو غیر‬
‫پښتنو قامونو او هم د فارسي ژبو کمونست پرچمیانو د‬
‫پښتون ګلبدین په ضد یو الس شوي وو او په کابل کې‬
‫دننه هم د داخلې وزارت په عمارت کې او هم دننه په ارګ‬
‫کې ډیر سخت جنګ رامنځ ته شو‪ .‬چه ګلبدین شکست‬
‫وخوړ‪ ،‬او په تیښته ئې ځان د کابل جنوب ‪ ۹‬کیلو متري‬
‫”چهار آسیا“ نومي سیمې ته ورساوو‪ ،‬چه د خپل حزب‬
‫حزبي پایتخت ئې چهار آسیا وټاکله‪ .‬او بیا ئې له هغه‬
‫ځایه په ټول کابل باندې راکټونه راوارول‪ ،‬چه دې راکټونو‬
‫په کابل کې څلور کاله د عام قتل او د وحشت او وراني‬
‫‪565 of 1205‬‬

‫دردناکه زخمونه له ځانه پریښودل‪ ،‬مګر دا قاتل محاکمه‬


‫نشو‪.‬‬
‫بل حزب د "اتحاد اسالمي" حزب وو چه غړي ئې‬
‫په چرسو معتاد کړل شوي وو او په "وهابیانو" ئې شهرت‬
‫درلود‪ .‬رهبر ئې پښتون او د پغمان وو‪ .‬د ‪۱۹۹۲‬م کال په‬
‫ملړیو میاشتو کې پښتون ګلبدین او پښتون "عبدالرب‬
‫رسول سیاف" السونه د هزارګانو د وژلو په مقصد سره‬
‫یو کړل او د کابل په غربي سیمه کې خصوصا َ د پل‬
‫سوخته غرب ته د پرتو سیمو لکه "اونچي باغبانان او‬
‫دشت برچي“ او نور هزاره نشینو په کورونو د راکټونو د‬
‫مرګ باران پیل شو‪ .‬انسان به ګمان کاوو چه نور به هلته‬
‫یوه مرغۍ ال هم ژوندۍ پاته نه وي‪.‬‬

‫نوټ‪ :‬دغه ټولې حادثې ما پخپله د څلورو کلونو په موده‬


‫کې په خپلو سترګو لیدلي دي او د هماغو راکټونو د‬
‫باران الندې مې ورځني یاداشتونه لیکلي‪.‬‬

‫بیا "سیاف" له ګلبدین نه‪ ،‬او عبدالرشید دوستم له‬


‫احمد شاه مسعود نه مخ واړاوو‪ .‬ګلبدین او ازبکان سره‬
‫‪566 of 1205‬‬

‫متحد شول او سیاف او احمد شاه مسعود سره دوستان‬


‫شول او جنګ زور ونیوو‪ .‬دا ځکه چه هم احمد شاه‬
‫مسعود چه د رباني د حکومت د فاع وزیر وو او هم‬
‫”سیاف“ له پغمان نه په عبدالعلي مزاري حملې پیل‬
‫کړلې‪ .‬احمد شاه مسعود د آسمائي د غره لوړې څوکې‬
‫ونیولې او هم ئې د علي آباد د غره په څوکه ئې سنګرونه‬
‫جوړ کړل‪ .‬چه الندې د چهاردهي ټوله سیمه "کارته سه‪،‬‬
‫کارته چهار‪ ،‬عالوالدین‪ ،‬چهلستون‪ ،‬دارالمان‪ ،‬قلعه شاده‪،‬‬
‫پل سوخته‪ ،‬او له پل سوخته څخه د غرب په لور د هزاره‬
‫نشینو پرتې سیمې او کورونه او کوڅې ئې له فیر الندې‬
‫وې‪ .‬او د عبدالعلي مزاري له حزب سره د یو بل شعیه‬
‫مذهبه "محسني" اسالمي حزب هم یو ځای شو‪.‬‬
‫نور کابل چه لوټ شوی وو تر پوهنتون‪ ،‬تر موزیم‪،‬‬
‫تر شفاخانو‪ ،‬کورونو‪ ،‬موټرو‪ ،‬دوکانونو او هوټلونو پورې‪،‬‬
‫دادی چه اوس په کنډواله آووښت‪ .‬که د دارالمان قصرونه‬
‫وو‪ ،‬که د چهلستون قصر وو‪ ،‬که د پغمان په دره کې د‬
‫امیر امان اهلل خان د زمانې جوړ شوی قصر او تعمیرونه‬
‫وو‪ ،‬که هر څه هر څه وو په ورانیو مخ شوي وو‪ .‬او ټول‬
‫هغه ثروت او زیار او زیرمه چه له ‪ ۱۷۷۵‬کال څخه چه کله‬
‫‪567 of 1205‬‬

‫"تیمور شاه" پایتخت له کندهار څخه کابل ته را انتقال‬


‫کړ‪ ،‬د کابل د باالحصار په شمول او هم د کابل د‬
‫باالحصار تاریخي یادګار په جنوبي هسکه ملنه کې هغه‬
‫ښکلی عمارت چه محمد نادر خان د حربي پوهنتون لپاره‬
‫جوړ کړی وو او ډیر افسران له هماغه پوهنتون څخه‬
‫فارغ شوي وو‪ ،‬ټول او ټول له راکټونو او توپونو الندې په‬
‫کنډوالو او خرابو واووښتل‪.‬‬
‫دا معلومه شوې وه چه له یوې خوا دغه ټول د جهاد‬
‫د نسل‪ ،‬یانې مجاهدین د اسالمي احزابو په وسیله روزل‬
‫شوي وو او یو وحشي ورانونکی هیوال ترې جوړ شوی‬
‫وو‪ .‬څومره له خپل اخالقي وجدان څخه لیرې او پردي‬
‫شوي وو‪ ،‬او هم دا معلومه شوله چه د فارسي ژبو د‬
‫دولت داري خوبونه ناقص خوبونه وو‪ .‬دریم حقیقت دا وو‬
‫چه په افغانستان کې اوسیدونکو افغانانو یو ملي فرهنګ‬
‫ندرلود‪ .‬ددې جاهل اُمت لپاره دا بهتره وو چه د پاچاهي‬
‫رژیم او یو پاچا ولري‪ .‬دا ځکه چه مونږ ولیدل چه د کابل‬
‫په هره کوڅه کې هر وسله وال مجاهد یو پاچا وو او له‬
‫سلو قاتالنو او پاچایانو څخه به خامخا یو پاچا عادل وو‪.‬‬
‫‪568 of 1205‬‬

‫یوه بله موضوع دا وه چه د جهاد په کلونو کې او‬


‫بیا د مجاهدینو د قدرت په سر په جنګونو کې‪ ،‬چه کله‬
‫شعیه مذهب او فارسي ژبی په خټه هزاره عبدالعلي‬
‫سني مذهبه او د پښتنو له قام څخه د طالبانو‬ ‫مزاري د ُ‬
‫په وسیله ووژل شو‪ ،‬ورپسې څو کاله وروسته احمد شاه‬
‫مسعود هم د اسالم په الس ووژل شو‪ .‬دا معلومه شوې‬
‫وه چه د اسالم ‪ ۱۴۰۰‬کلن میکروب نور پخپله هم له خپل‬
‫میکروب نه ناروغ شوی وو‪ .‬او دا رنګه ناروغي هغه جنون‬
‫او لیونتیا وه چه دادی اسالم خپلې غوښې غوړلې او په‬
‫خپل ځان ئې خولې لګولې‪ .‬واقعا َ اسالم لیونی شوی وو‪.‬‬
‫او د خپلو تاریخي جنایتونو ئې مجازات لید‪ .‬احمد شاه‬
‫مسعود چه په کابل کې د دفاع وزیر وو‪ ،‬کله به چه له‬
‫بهرنیو او داخلي خبریاالنو سره غږیده‪ ،‬نو د صحبت پیل‬
‫به ئې لکه د صحبت د پای په څیر پدې خبرې وو‪" :‬ما‪،‬‬
‫بخاطر سالمت اسالم جهاد کردیم!"‪ .‬مګر د اسالم‬
‫میکروب خپل همدا صادق غالم هم وچیچه‪ ،‬او تیرور کړل‬
‫شو‪ .‬قاتالن ئې نه کافران وو او نه هم ملحد کمونستان‬
‫او شورویان وو‪ ،‬بلکه مسلمانان وو او له لیرې هیوادو‬
‫څخه ئې وژلو ته راغلي وو‪.‬‬
‫‪569 of 1205‬‬

‫که حبیب اهلل کلکاني ته د امیر امان اهلل خان په‬


‫ضد د ارتجاع د کفر تبلیغ یو په زړه پورې شرط وو چه د‬
‫اسالم په مالتړي کابل ونیسي‪ ،‬مګر د احمد شاه مسعود‬
‫مخې ته پخپله اسالم د خنډ په توګه پروت وو‪ ،‬چه بالخره‬
‫پخپله د اسالم په ډنډ کې پریوت او ډوپ شو‪.‬‬

‫دا د شمالي او د پنجشیر خلک څو څو ځله په مختلفو‬


‫دولتي مرحلو کې د مرکزي دولت له خوا ټکول شوي وو‪.‬‬
‫یو پخپله د ابدالي احمد شاه په اقتدار کې چه غوښتل د‬
‫خپل اقتدار حدودونه له کندهار څخه وباسي او د نني‬
‫افغانستان ټولې خاورې له خپل حاکمیت الندې راولي‪ .‬نو‬
‫دا د شمالي او پنجشیر سیمه وټکول شوله‪ .‬بیا چه کله د‬
‫سقو زوی "حبیب اهلل کلکاني" په کال ‪۱۹۲۹‬م کې کابل‬
‫ونیو او ‪ ۹‬میاشتې ئې پاچاهي وکړه‪ ،‬مګر د اعلحضرت‬
‫محمد نادرخان له السه ئې شکست وخوړ او شکست‬
‫ورکونکي هم د پکتیا پښتانه وو‪ .‬چه بیا هم پښتنو او‬
‫فارسي ژبو د زور آزمائی منګولې سره خښې کړلې‪ ،‬مګر‬
‫پښتنو د حبیب اهلل په مشری د شمالي خلکو او نورو‬
‫فارسي ژبي ګام په ګام په څټ وتمبول او هغه ځایونه ئې‬
‫‪570 of 1205‬‬

‫چه په قبضه کې وو له السه وویستل‪ .‬او بیا کله چه جنګ‬


‫کابل ته راورسید او د شیردروازې او د آسمائي د غرونو‬
‫له لوړوئې د حبیب اهلل خان د پوځ ګامونه په څټ کړل‪،‬‬
‫لکه موچینک یو یو ئې له سنګرونو څخه په ډیر سختو‬
‫جنګونو او سینه په سینه په برچو او په مرمیو دواړو‬
‫خواوو ته په لوی تلفات‪ ،‬مګر ټول ئې د شکست په منلو‬
‫قانع کړل چه باید تخت پریږدي‪.‬‬
‫او کله چه د سقاو زوی د اعلحضرت نادر خان له‬
‫خوا ووژل شو‪ ،‬نو د پښتنو جنګیالیو د شمالي په سیمه‬
‫یرغل ورووړ‪ ،‬خلکو‪ ،‬کلي‪ ،‬کورونو او باغونو ته ئې زیاتې‬
‫ورانۍ او خرابۍ ورواړولې او مرګونه وشول‪ .‬ځینو پښتنو‬
‫وسلوالو ال یو تعداد ښځې هم له ځانه سره بوتلې‪ .‬ددې‬
‫حادثې په دننه کې دوه متضاد خوځښتونه پاته شول‪:‬‬

‫یو‪ :‬دا چه یو کلیوال غریب او فقیر فارسي ژبي پدې‬


‫توانیدلی وو چه د محمدزي شاهي خاندان دوه سوه‬
‫کلنې پاچاهي ته پای ورکړي او همدا د کلي یو غریب‬
‫فارسي ژبی د پاچاهي په تخت ‪ ۹‬میاشتې کشیني او یو‬
‫مقتدر پاچا ته شکست ورکړي‪ .‬دا هغه حادثه وه چه د‬
‫‪571 of 1205‬‬

‫کوهدامن او کوهستان د اوسیدونکو په مغزونو کې په‬


‫تاریخي غرور او فخر پاته شوله او راتلونکو نسلونو ته د‬
‫حبیب اهلل خان توریالیتوب او د شمالي د خلکو د‬
‫پاچاهي نیولو غرور انتقال کړل شو‪ ،‬چه که وکړای شي‬
‫هماغه د ‪۱۹۲۹‬م کال بخت بیا ووآزمیئي‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬مګر له بلې خوا دوی بیا هم د پښتنو له السه‬
‫وټکول شول او پدې پوه شول چه له پښتنو سره د تورې‬
‫او پاچاهی سیالي نشي کیدلی‪ .‬پښتون قام هم ډیر وو‬
‫او هم ئې د پاچاهي بنیاد همدغو پښتنو ایښی وو‪ .‬مګر‬
‫دا چه د پښتنو د قام پاچاهي په زور جوړه شوې وه او‬
‫پاچایانو ئې د دولت داري استعداد ندرلود او دولت ظالم‬
‫وو او فساد او رشوت پکې وو‪ ،‬مګر داموضوع د ظلم‬
‫موضوع وه چه د افغانستان ټول اوسیدونکي د دولت له‬
‫رشوت‪ ،‬ظلم او بې عدالتیو څخه آزار لید‪.‬‬

‫باید له یاده اونه اوځي چه په افغانستان کې د دولت او‬


‫د دولت د مامور او مقام مفهوم دا وو چه رعیت د خپل‬
‫رشوت لپاره وځبي‪ .‬بل مفهوم ئې دا وو چه د دولت مامور‬
‫هم دننه په دولت کې د چوکۍ په تر السه کولو د دولت له‬
‫‪572 of 1205‬‬

‫ظلم او بې عدالتیو ځان خالص کړي‪ .‬او هم په رعیت‬


‫باندې ځان بر وشمیري او په خپل قام کې ئې د دولت په‬
‫مالتړي د غچ آخستلو الس خالص پاته وي او هم د‬
‫پیسو خاوند شي‪.‬‬
‫دا کار پخپله د حبیب اهلل کلکاني وزیرانو او جنراالنو او‬
‫د جنګ همکارانو هم وکړ‪ .‬کله چه کابل ئې ونیوو‪ ،‬ورسره‬
‫کابل ئې چور هم کړ‪ .‬له دولت او اقتدار او چوکۍ نه‬
‫مقصد همدا وو چه څرنګه په خلکو حکومت وکړي او هغه‬
‫ظلمونه چه د دولت مامورینو په رعیت کړي دي په څرنګه‬
‫فرصت کې هماغه خپل انتقام واخلي‪ .‬دا بنیاد په‬
‫افغانستان کې له هغه وخته همدا ذهنیت پیدا کړ چه کله‬
‫په افغانستان کې د دولت په نوم د ظلم قمچینه جوړه‬
‫شوله‪ .‬که د افغانستان په نوم یو هیواد او ورسره د دولت‬
‫په جوړیدو د رعیت مخې ته د فقر تر څنګ یو نوی ظالم‬
‫پیدا شو چه د هغو له السه ئې د هغوی د اوالدو د خولې‬
‫مړۍ آخستله‪ ،‬نو بیا داسې یو دولت د خلکو لپاره نه وو‪.‬‬
‫پکار وو چه د دغه خوړونکي حیوان غاښونه په هر فرصت‬
‫او په هر ځای کې مات شوي وای‪ .‬مګر ځای ئې چه چا‬
‫نیوه‪ ،‬هغه هم همداسې یو حیوان دولت وو او همداسې‬
‫‪573 of 1205‬‬

‫یو خوړونکی ماشین وو‪ .‬چه همدا واقعیت په افغانستان‬


‫کې د هر نوي پاچا په راتلو سره تجربه شوی دی‪ .‬ځکه‬
‫چه پخپله پاچا "دولت" وو او پاچا ظالم او دولت فاسد وو‬
‫چه ال تر ننه هم همداسې دی‪.‬‬
‫په افغانستان نومي جوړ شوي هیواد او دولت کې د‬
‫خلکو اراده شریکه نه وه‪ .‬خلک یو تش نوم وو‪ ،‬چه هر قام‬
‫خپل ”ځان" درلود او هر ځان په خپل ځان کې له هغه بل‬
‫څخه لوړ او مهم "زه" درلود‪ .‬او همدغه علت دی چه تر دا‬
‫ننه پورې د تیرو پیړیو په اوږدو کې "زه" او "ځان" د‬
‫وطن په دننه کې له وطن څخه ناخبره‪ ،‬او له وطن څخه‬
‫پردي لوی شول‪ .‬حتی د وطن دښمنان شول‪ .‬پدې علت‬
‫چه د افغانستان اوسیدونکو چه کله چه د افغانستان په‬
‫نوم د یو وطن د جوړیدو خبره واوریدله‪ ،‬نو مخې ته ئې‬
‫وسلې په الس دولت ولید چه لدوی نه ئې دوه شیه‬
‫غوښتل‪:‬‬
‫یو‪ :‬د وسلو په زور اطاعت‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬د هغوی د خولې ډوډۍ ”مالیه“‪.‬‬
‫او په مالیه باندې دولت وسلې آخستلې او بیرته ئې د‬
‫خلکو په سرکوبولو کې استعمالولې‪ .‬نه چه د خلکو پیسې‬
‫‪574 of 1205‬‬

‫بیرته د خلکو په خذمت کې پکار ولویږي او پدې توګه‬


‫وطن آباد شي او خلک د وطن په آبادي باور ولري او بیا‬
‫د وطن دوستي د مینې او مسئولیت احساس پیدا کړي‪.‬‬
‫مګر داسې ونشول! دا ځکه چه هر پاچا پخپله د ځان‬
‫لپاره یو "زه" وو چه د خپل ورور په سترګو به ئې ال د‬
‫اوسپنې په اور سور شوی میل کشاوو او د لیدلو نعمت‬
‫به ئې ترې واخیست‪.‬‬

‫د افغانستان په نوم خو یو وطن جوړ شوی وو‪ ،‬مګر ټول‬


‫کلونه او وخت او پیړئ په افغانستان کې په ”پاچا‬
‫ګردیشی" تیرې شولې‪ .‬نه پاچا کومه آرامه شپه تیره کړله‬
‫او نه هم رعیت د امنیت ورځ ولیدله‪ .‬ملړی د سدوزي د قام‬
‫د شاهي کورنۍ غړو تر خپلو منځو په پاچاهي جنګونه‬
‫وکړل چه "شاه زمان‪ ،‬شاه شجاع او شاه محمود" درۍ‬
‫واړه د تیمورشاه زامن وو‪ ،‬مګر په وطن کې ئې یو هرج و‬
‫مرج راووست‪ .‬بیا د سدوزي او محمدزي قام منسوبین په‬
‫جنګ ککړ شول‪ .‬محمدزي امیر دوست محمد خان له‬
‫سدوزي شاه شجاع څخه پاچاهي وګټله او بیا شاه‬
‫شجاع د انګریزانو په مټ له امیر دوست محمد خان‬
‫څخه دوباره پاچاهي وګټله‪.‬‬
‫‪575 of 1205‬‬

‫مونږ داسې تاریخ نلرو چه د دولت په نوم د یو قانون‬


‫تاریخ وي او د وطن په خذمت کې له دولت څخه د دولت‬
‫داری د آبادي نښې پاته وي‪ .‬مګر کله چه مونږ تش د‬
‫هیواد "نوم" درلود چه اوسیدونکي ئې د خپل وطن د عزت‬
‫او آبرو لپاره "با عزته انساني افکار" ندرلودل‪ .‬نو دا د‬
‫تاریخ خپله اشتباه وه چه په افغانستان کې ئې "تاریخي‬
‫خالیګاه" راوستله‪ .‬همداسې هم وشول چه په همدې‬
‫حقیقت تیرې تجربې شاهدې شوي دي چه افغانانو د‬
‫وطن لرلو هغه ظرفیت ندرلود چه ئې بیا له بیګانګانو او له‬
‫بیګانه پرستي څخه وساتي‪ .‬بلکه د بیګانه او د پردي عرب‬
‫غالمي د افغانانو د ژوند شرم وګرزید‪ ،‬چه له همدې‬
‫تاریخي واقعیت څخه منکر کیدلی نشي‪ .‬په هر ګام کې د‬
‫افغانستان د هیواد پاکه خاوره د پردي اسالم جهاد او‬
‫جنایت او د جنت فاحشه خانه ستایي‪ .‬د تاریخ خپله‬
‫اشتباه همدا وه چه په منځ کې د "افغان" نوم ذکر شو او‬
‫د وطن نوم ئې هم "افغانستان" کیښود چه د یو انسان‬
‫او افغان روح او ملي شخصیت پکې وده ونکړه‪ .‬چه‬
‫افغانان د خپل وطن د عزت لپاره همداسې ملي او‬
‫‪576 of 1205‬‬

‫حقوقی شخصیت لرونکی دولت جوړ کړي او ټول تیت‬


‫پراته قامونه په همدې "خپل روح او خپل دولت او مرکز"‬
‫په مینه او مسئولیت راټول کړي او دولت دا ښکاره کړي‬
‫چه وظیفه ئې په افغانستان کې د "انسان جوړول" دی‪.‬‬
‫دا مطلب هغه وخت کوم خیال ندی چه کله په انساني‬
‫افکارو یو افغان جوړ شي چه بیا همداسې افغان به‬
‫خامخا د خپل وطن مدافع او آبادونکی وي‪ .‬او وطن به د‬
‫پردي او مجرم اسالم الس ته نسپارل کیږي‪ ،‬بلکه د خپل‬
‫وجود او روح خپل څښنت به لري‪.‬‬
‫دا موضوع "که د وطن نوم او مقام دی او که د‬
‫پاچاهي چوکۍ ده" مګر نه وطن او نه هم د پاچاهي‬
‫چوکی لرل د "انسان له خپل اخالقي او رواني شخصیت‬
‫لرلو" څخه لوړ نومونه دي‪ .‬بلکه برعکس که د وطن واک‬
‫بې شخصیته او بې ظرفیته الس ته سپارل کیږي‪ ،‬نو بیا‬
‫ملړی د انسان د روحي تربیې ملړیتوب د وطن له نوم څخه‬
‫ملړیتوب نیسي ‪ ،‬نه چه وطن تش په غټو الفاظو مګر د بې‬
‫شخصیتو په السو به د عزت الره ولري‪ .‬داسې الرې په‬
‫افغانستان کې تجربه شوي دي‪ .‬یوه تجربه هم نده‪ ،‬ډیرې‬
‫تجربې پرتې دي‪ .‬او همدا تاریخي واقعیت دی چه څرنګه‬
‫‪577 of 1205‬‬

‫چه مونږ له معنوي خالیګاه "څخه اخالقي فضیلت ته ونه‬


‫رسیدلو‪ .‬همداسې بیګانه پرستی مونږ هیڅکله ملي‬
‫فضیلت او وحدت ته نه رسوي چه بیا وکړای شو ملړی د‬
‫وطن عزت د ځان عزت وګڼو‪.‬‬

‫کله چه په افغانستان کې له معنوي خالیګاه څخه اخالقي‬


‫شخصیت لرلو ته الره نه وه‪ ،‬دا موضوع د هر افغان مخې‬
‫ته د عبرت درس پدې پوښتنه ږدي چه دوی له ځانه‬
‫وپوښتي چه په افغانستان کې څو پاچایان تیر شول‪،‬‬
‫مګر د خپل طبیعي مرګ په ځای دومره ډیر ولې وژل‬
‫شوي دي؟ د افغانستان د پاچاهي تخت ال تر ننه هم‬
‫بیرته د پاچایانو په خپلو وینو لړلی سور پاته دی!‬

‫خپله احمد شاه او بیا زوی ئې تیمور شاه په زهرو ووژل‬


‫شول‪ .‬چه تیمور شاه ملړی د یو خوب له مخې چه خپل پیر‬
‫ئې په خوب کې تاج ترینه واخیست لیونی شو‪ .‬او بیا د‬
‫یو قلماقي د قام ښځې چه نوې ئې کړې وه زهر ورکړل‪.‬‬
‫او دا قام د بدخشان والیت ته نوي را آووښتي وو‪ .‬چه‬
‫خپل مذهب ئې درلود او مسلمانان شوي نه وو‪ ،‬مګر له‬
‫آووښتلو سره ئې په مال او ناموس د ځائی خلکو او د‬
‫‪578 of 1205‬‬

‫دولت د مامورینو چور ګډ شو چه یوه پیغله ئې تیمور شاه‬


‫هم راوستله‪ .‬او دې پاچا ‪ ۳۰۰‬نورې ښځې هم درلودلې‪ .‬د‬
‫شخصیت انساني موضوع په همداسې حاالتو کې زمونږ‬
‫د فرد فرد مخې ته د انسان جوړیدو او انساني‬
‫شخصیت د درس او د ژوند کتاب ګرځي‪.‬‬
‫بیا‪ ،‬شاه زمان لومړۍ ړوند کړل شو او بیا برطانوي‬
‫هند ته تبعید کړل شو‪ .‬ړوند کونکی ئې خپل ناسکه ورور‬
‫"شاه محمود" وو او په هند کې د شاه محمود خور زهر‬
‫ورکړل او ووژل شو‪.‬‬
‫ورپسې ئې د خپل سکني ورور ساه د کابل د‬
‫باالحصار په ملنه کې اووت چه شاه شجاع نومیده او د‬
‫یو محمدزي شاهي کورني غړي په توپک وویشت او ووژل‬
‫شو‪.‬‬
‫خپله شاه محمود د هرات په ښار کې د خپل زوی په‬
‫الس په حمام کې ووژل شو‪ .‬دا د امیرانو او شاهانو د‬
‫وژل کیدو سلسله تر ‪۱۹۹۲‬م پورې دوام وکړ‪ ،‬چه آخري‬
‫یې پخوانی جمهور رئیس ډاکټر نجیب اهلل وو‪.‬‬
‫دا هره کیسه زموږ کیسې دي چه زموږ د روح او د‬
‫معنویت د جهان کمزوري بیانوي‪ .‬دا دومره لنډې کیسې‬
‫ندي او هم دومره ساده کیسې ندي‪ .‬ځکه چه د یو انسان‬
‫‪579 of 1205‬‬

‫د دننه جهان د پیژندلو موضوع ده چه بیا د وطن د‬


‫پیژندنې له موضوع سره د یو تاریخي ارتباط له مخې‬
‫بیرته زمونږ مخې ته زمونږ دننه جهان دروي‪ ،‬چه زمونږ په‬
‫انساني جوهر همدا ژوند او د ژوند تجربې حساب کوي‪.‬‬
‫آیا کوم چا ته او کوم افغان ته یو موټی سره زر او یا د‬
‫پاچاهي یو اوړ تخت د خپل اخالقي شخصیت د غرور له‬
‫شرف څخه لوړ وو؟‬

‫ابدالي احمد شاه د خپلې پوزې په سر د یوې دانې د‬


‫چاکو په وسیله په غوڅولو ناروغ شو‪ .‬دانه د سرطان په‬
‫مرض واووښتله او پوزه ئې تقریبا ً ټوله یې ونیوله‪ .‬او‬
‫وروسته یې تل د سردردي شکایت درلود‪ ،‬چه بیا له همدې‬
‫مرض نه چه کله له ایران څخه راستون شوی وو‪ ،‬د‬
‫کندهار په جنوب شرقي د یو خوش آب و هوا د غره په‬
‫ملنه کې د استراحت ځای ورته جوړ شو‪ .‬الکن مخکې لدې‬
‫چه ومري‪ ،‬نو یو فامیلي دسیسه پکار ولویدله‪ .‬پدې مانا‬
‫چه د احمد شاه ابدالي مشر زوی "شهزاده تیمور" په‬
‫هرات کې وو او د هرات والي وو چه د تخت وارث هم وو‪،‬‬
‫الکن د احمد شاه ابدالي نامتو وزیر "شاه ولي خان" چه‬
‫خپله لور یې د نوموړي پاچا دوهم زوی ته ورکړې وه‪ .‬نو‬
‫‪580 of 1205‬‬

‫د نوموړي پاچا په مرګ ئې غوښتل چه خپل زوم پاچا‬


‫اعالن کړي‪ .‬د زهرو د ورکولو مسئله په همدې پالن کې‬
‫په نظر کې ونیول شوله او همداسې هم وشول‪ .‬مګر‬
‫تیمور له هرات نه له خپل پوځ سره د پاچاهي د ګټولو او‬
‫له مخالیفونو سره د جنګ کولو په نیت را اووت‪ .‬د خزانې‬
‫پیسې چه د شاولي خان د زوم په الس کې وې او‬
‫بیدریغه ئې په خلکو او نظامیانو وویشلې چه د ده د‬
‫پاچاهي مالتړ وکړي‪ .‬وزیر شاولی خان د تیمور مخې ته‬
‫ځان فراه ته ورساوو چه ځان بیګناه ثابت کړي او د جنګ‬
‫مخه ونیسي‪ .‬او غوښتل یې شهزاده تیمور پدې پوه کړي‬
‫چه دا ومني چه ورور ئې د خلکو له خوا په پاچاهي ټاکل‬
‫شوی دی او دد پکې الس نشته‪ .‬مګر تیمور دا وزیر‬
‫خبرو ته‪ ،‬حتی پوښتنې او روغبړ ته ال هم پرینښود‪.‬‬
‫سمدالسه ئې په خپلو مخکې له مخکې ګمارل شوو‬
‫جالدانو په تورو وواهه او وئې واژه‪.‬‬

‫د همدې وزیر شاه ولي خان په هکله یوه بله کیسه‬


‫تړلې شوې ده چه کله ابدالي احمد شاه له لوی پوځ سره‬
‫د هندوکش د شمال د سیمو تر آمو دریا پورې د نیولو او‬
‫‪581 of 1205‬‬

‫هلته د قیام د زبلو او له بدخشان څخه د "خرقه مبارکه"‬


‫راوړلو کیسه ده‪ .‬ددې پوځ مشر همدغه شاولي خان وو‪.‬‬
‫دا کیسه د افغانانو د پیژندلو له موضوع سره د‬
‫افغانستان د هیواد د جوړیدو په بنیادي ټکو دریږي‪ .‬د‬
‫وزیر شاه ولي خان له رهبري الندې د ابدالي د قام‬
‫پښتنو څخه یو لوی پوځ چه کله د هندوکش د شمال‬
‫سیمو ته ورسید‪ ،‬نو په وژلو‪ ،‬په چور‪ ،‬او د کورونو په‬
‫ورانولو ئې برید وکړ‪ .‬چه دا د هماغو کلونو د وحشت او‬
‫ډار یادونه د هغو سیمو د اوسیدونکو په زړونو کې تر‬
‫پیړیو پدې خبره پاته شول چه دا یوه وړه کلیمه وه‪ ،‬او‬
‫هغه کلیمه "افغان" وه‪ ،‬چه هغو خلکو پښتنو ته همدا نوم‬
‫ورکړی وو‪ .‬پدې مانا چه کله به ئې یا د افغان نوم واورید‬
‫او یا که به ئې یو افغان ولید‪ ،‬په دواړو حاالتو کې دا‬
‫پخپله دوی ته یو "ظالم“ نوم وو‪ .‬چه دوی سخت ترې‬
‫ډاریدل او دې ډار ددوی په سینو کې یو پټ نفرت‬
‫پریښود‪ .‬لکه څرنګه چه د پښتنو د ظلم په ارتباط ال په‬
‫هند کې په پخوا پیړیو کې یوه داسې دعا به د هند خلکو‬
‫کوله چه "خدایه! موږ د پړانګ له غاښونو‪ ،‬د پښتنو له‬
‫قهر‪ ،‬او د مار له نیښ څخه وساتې!“‪.‬‬
‫‪582 of 1205‬‬

‫وزیر شاه وليخان هغه پالن هم تطبیق کړ‪ ،‬کوم چه له‬


‫بدخشان څخه یې د ابدالي احمد شاه په فرمان د‬
‫”خرقې" کندهار ته انتقال وو‪ .‬خرقه یانې د "محمد چپنه“‬
‫وه چه د اوښ له وړیو جوړه شوې یوه شړۍ وه‪ .‬دا خرقه‬
‫پدې خاطر کندهار ته انتقال کیدله چه د بدخشان او د‬
‫کندهار په الره د پرتو سیمو د اوسیدونکو اوږده ګریالئي‬
‫جنګونه او د قیام مخه ونیسي او د اسالم وسله استعمال‬
‫کړي‪ .‬ځکه چه د دولت ظلم د خلکو په مخامخ د جنګ له‬
‫تجربو څخه د پښتنو د قام ظلم وو چه اوس په دولت‬
‫نومول شوی وو‪ .‬نو البته چه قیام ګران فارسي ژبي‬
‫قامونه وو او دا فارسي ژبو او د پښتنو تر منځه د‬
‫دښمنۍ بنیاد او د پټ لوڅ نفرت او نفاق پیل وو چه د‬
‫”افغانستان“ په نوم له جوړ شوي او اعالن شوي یو‬
‫هیواد سره دا ظلمونه ښکاره شول‪ .‬لکه څرنګه چه له دولت‬
‫څخه بیزاري له پښتنو څخه بیزاري وه او له پښتنو څخه‬
‫بیزاري په نتیجه کې له وطن څخه پردیتوب وو‪ .‬چه ال تر‬
‫دا ننه همدا د نفرت مرض د افغانستان د فارسي ژبو په‬
‫رګونو کې له وینې سره ګډ پاته شوي دي او نسل په‬
‫نسل د پښتنو له دولتي ظلمونو څخه کیسې شوي دي‪ .‬دا‬
‫ددې هیواد یو واقعیت دی‪ ،‬مګر همدا واقعیت د هیڅ یو‬
‫‪583 of 1205‬‬

‫افغان روشنفکر له خوا بیان شوی ندی‪ ،‬بلکه برعکس د‬


‫قلم له الرې خاورې پرې آړول شوي دي او د دروغو په‬
‫دوستي ئې شعرونه هم ویل شوي دي‪ .‬مګر ناخبره لدې‬
‫چه د حقیقت په پاک نوم همدا حقیقت زمونږ د اوسیدونکو‬
‫او دولت یو واقعیت دی چه ژوند په همدې حقیقت تړل‬
‫شوی‪ ،‬باید همدا حقیقت بیان شي‪.‬‬

‫د "محمد نومي" عرب چپنه د یو نمایشي لوړو مراسمو په‬


‫قافلو چه کله د کندهار په لور وړل کیدله‪ ،‬نو د جنګ او‬
‫مقاومت په سیمو کې وګرزول شوله‪ ،‬پدې سیاسي نیت‬
‫چه د دولت په مقابل کې له مقاومت څخه الس واخستل‬
‫شي‪ .‬چپنه منزل په منزل حرکت کاوو او خیراتونه به‬
‫ورکول کیدل او په تم ځایونو کې به ورسره د قرآن قرأت‬
‫سرته رسیده‪ .‬دولت د یو عرب چپنې ته پناه وړې وه‪ .‬دا له‬
‫غالمي نه هم ال شرمناکه غالمي او نامردي وه چه نوی‬
‫هیواد او نوی دولت د غالمي او بیګانه پرستي په‬
‫همداسې بنیاد ښکاره شوی وو‪.‬‬
‫قافله په کابل کې هم تم شوله په هغه ځای کې چه‬
‫اوس په کې د کابل اوسیدونکي شعیه مذهبه هزاره قام په‬
‫هماغه تم ځای کې خپل زیارت جوړ کړی‪ .‬د "سخي"‬
‫‪584 of 1205‬‬

‫زیارت په نوم یاد شوی چه مقصد یو بل جنایت کار عرب‬


‫دی چه "علي" نومیږي‪ .‬او ددې زیارت ځای د کابل په‬
‫غربي سیمه کې د آسمائي د غره ملنه ده او په همدې ملنه‬
‫کې مخامخ هزاره قام خپل کورونه هم جوړ کړل چه په‬
‫کارته سخي نومول شوې کارته ده‪ .‬چه پدې توګه د‬
‫افغانستان په خاوره کې له یو بل عرب څخه دوه قبرونه‬
‫جوړ شول‪ ،‬چه یو د مزار په ښار کې دی او بل قبر ئې‬
‫په کابل کې هم جوړ شو‪ ،‬حال داچه هغه عرب په هیڅ یوه‬
‫قبر کې نه وو او ندی‪ .‬چه د مسخره توب پدې شرم د‬
‫همدې هیواد اوسیدونکي راټول دي‪ ،‬چه وائي "مونږ‬
‫افغانان یو او وطن مو افغانستان" نومیږي‪ .‬لکه څرنګه چه‬
‫د یو تیروریست او قاتل عرب په خیالي چپنه په کندهار‬
‫کې یو لوی عمارت او زیارت جوړ شو‪ .‬او بیا ئې شاوخوا‬
‫غالمان وروزل شول او اسالمي مدرسې جوړیشولې‪ .‬او‬
‫بیا وروسته ال د "ویښتانو" مرض هم افغانستان ته‪ ،‬مګر‬
‫د افغانستان په نوم د یو هیواد له جوړیدو وروسته همدا د‬
‫غالمي بل مرض هم د "موی مبارک" په نوم راغی‪ .‬او‬
‫افغانانو د محمد نومي عرب د خیالي ویښته "د ګیرې‬
‫ویښته" په وړاندې الس په نامه په زاریو وتړل شول‪ .‬او په‬
‫‪585 of 1205‬‬

‫دعاوو او خیرات ورکولو ودریدل او په ویښته ئې خپل‬


‫انساني او اخالقي شهامت وتاړه‪ .‬هغه افغانان چه وائي‬
‫مونږ پنځه زره کلن تاریخ لرو او هیڅکله غالمان شوي نه‬
‫یو‪ .‬بیا ورپسې "پڼې او کلوشې" راغلې‪ .‬دا د بي بي‬
‫ګانو کلوشې وې او د افغانستان په ډیرو سیمو کې تیتې‬
‫شولې‪ ،‬چه ناروغان به ئې وروستل‪ .‬او که ګوندې د‬
‫کلوشې ساتونکی ئې د ناروغ په سر وموښي چه د بي‬
‫بي ګانو په کرامت به ئې ناروغ حتما َ جوړ شي‪.‬‬

‫مخکې له هغه چه د وطن او دولت د جوړیدو اعالن وشي‬


‫داسې ویښتان او کلوشې پدې وطن کې نه وې او نه هم‬
‫په دولتي الس اسالمي مدرسې جوړیشوې وې‪ .‬او نه هم‬
‫خلکو د دولت په نوم کوم دښمن پیژاند‪ .‬او نه د مالئیې له‬
‫نوم څخه خبر وو‪ .‬بلکه فقیر ترین مخلوق وو چه یو له بل‬
‫څخه لیرې لیرې په وړو وړو کلیو کې اوسیدل‪ .‬دوی د یو‬
‫انساني ژوند د ضروري هغو وسایلو کوم څه په الس کې‬
‫ندرلودل چه همداسې مثبت ژوند د انساني پکر د پیدا‬
‫کولو په علت واوړي‪ .‬له ښه او نیک علت څخه بیا نیک‬
‫معلول پیدا شي‪.‬‬
‫‪586 of 1205‬‬

‫د افغانستان که د پښتنو سیمې وې او یا که د فارسي‬


‫ژبو او د هزاره د قام په سیمو کې له سلو کورونو څخه‬
‫لس کورونو ال اورسی ندرلودلې‪ .‬هلکین یا ملپه ئې‬
‫ندرلودله‪ .‬او په زرو کورونو کې به کوم کور که یا د ځمکې‬
‫په سر فرش درلود او په کورو کې به ئې کومه آینه په‬
‫اورسۍ کې موجوده وه‪ .‬نور ټول کورونه داسې خونې وې‬
‫چه خصوصا َ ژمی به په یوه خونه کې چه یوازې پاس به‬
‫ئې د دود مورۍ درلودله او په خونه کې به تنور یا نغرۍ‬
‫وو‪ .‬ټول را ټول یوځای په هماغه خونه کې څمالستل‪ .‬چه‬
‫خوا ته به ئې اوزې یا پوسونه او یا غوائې هم موجود وو‪،‬‬
‫چه له ګرمي څخه به ئې استفاده کیدله‪ .‬نور نو خونو ملر‬
‫نه لید‪.‬‬
‫* ما په خپلو سترګو همدغه د ژوند سطحه د پکتیا‪،‬‬
‫ارزګان‪ ،‬کنړ‪ ،‬ننګرهار‪ ،‬بدخشان‪ ،‬بامیان او په نورو‬
‫والیتونو مربوط په ځینو غرني قامونو کې حتی د‬
‫ظاهرشاه او داودخان په کلونو کې لیدلي دي‪.‬‬
‫چه همداسې یو ژوند د یو حیواني ژوند په ژوند آووښت‪.‬‬
‫چه لکه حیوان د مشکالتو په مقابل کې بدني مقاومت‬
‫ولري او د مشکالتو او لوږې تحمل ولري‪ .‬خصوصا َ له‬
‫سپږو ډک کالي او د مختلفو ناروغیو زحمت وګالي‪ ،‬چه‬
‫‪587 of 1205‬‬

‫ورسره یوه مړی ډوډۍ د خپل الس او ګوتو په نوکانو تر‬


‫السه کړي‪ ،‬او د بې خوبي او د یخني او ګرمي تر څنګ‬
‫د پیاده اوږدو مزلونو د زعملو صبر ولري‪ .‬چه بیا د‬
‫داسې فقر وهلو اوسیدونکو او د مشکالتو په وړاندې د‬
‫تحمل او د صبر او د مقاومت خوی او نسل په نسل‬
‫عادت لرونکو مخې ته نه د انګریز پوځ او نه هم د‬
‫شوروي لښکرو تاب او توان درلود‪.‬‬
‫د افغانانو هم شخصي او فامیلي ژوند یو مطلق د فقر‬
‫ژوند وو‪ .‬ډیرو افغانانو پیسې ندرلودلې او ځینو خو مال‬
‫له مال سره مبادله کول‪ .‬پیسې کمې وې‪ ،‬ډیرو خو ال د‬
‫پیسو د لوټ په پیژندلو نه پوهیدل‪ .‬او په همدغه علت یو‬
‫افغان به په ټول ژوند کې د نوو کالیو او د یو جوړ پاکو‬
‫مینځل شوو کالیو په آرمان مړ شو‪ .‬دا په مطلق اکثریت‬
‫کې یو واقعیت وو‪ ،‬چه که د غرو اوسیدونکو افغانانو د‬
‫فامیل ژوند وو او که په ریګزاره تودو دښتو کې‬
‫اوسیدونکي افغانان وو‪ ،‬په اکثریت سره خوار وو‪ .‬پدې‬
‫خواریو کې مساپرۍ او زحمتونه زمونږ د ژوند داستانونه‬
‫دي‪.‬‬
‫او کله چه په وروسته کلونو کې د پاکستان په نوم نوی‬
‫هیواد جوړ شو‪ ،‬نو به په ژمي ډله ډله مساپران‬
‫‪588 of 1205‬‬

‫"خصوصا َ پښتانه" پاکستان ته د خواري او مزدوري‬


‫لپاره تلل چه د دریو میاشتو خواریو به ددوی الس ته‬
‫دومره پیسې ورکولې چه مټکې به ئې خپل زوی ته یو‬
‫جوړ څپلۍ یا د کور لپاره یوه چای جوشه یا په همدومره‬
‫کم څه د کالیو رخت راوړي او بس‪ .‬نور په افغانستان کې‬
‫دننه دومره کار نه وو چه دا پاکستان ته تلونکو مخه‬
‫ونیسي او د خپل هیواد په کار ځایونو کې ئې دولت‬
‫مشغول کړي‪.‬‬
‫او بیا هم په ملړي ځل چه افغانانو پیسې وپیژندلې‬
‫او تقریبا َ السونه ئې ډک شول‪ ،‬دا هغه کال وو چه سردار‬
‫محمد داود خان کودتا وکړه "‪۱۹۷۳‬م" او د جمهوریت په‬
‫اعالن سره د افغانستان زیات خلک د قاچاق له الرې‬
‫ایران ته مخه کړه‪ .‬او هغوی چه د فارس د خلیج عربي‬
‫هیوادونو ته تللي وو او یا تلل تر همدې مودې یو مشکل‬
‫او حتی نا ممکن کار وو‪ .‬چه د افغانستان د اوسیدونکو‬
‫په مخ د هغو الرو ورونه تړل شوي پاته وو‪ .‬په ملړي ځل به‬
‫له ایران څخه په مزدوري د یو افغان په کور کې توشکه‬
‫پیدا شوله‪ .‬خال خال کورونه به د ایران په توشکو او په‬
‫راوړل شوو رادیوګانو نوي رنګونه پیدا کړل‪ .‬ددې خبرې‬
‫مانا دا نده چه د افغانانو ټول کورونه همداسې نوي‬
‫‪589 of 1205‬‬

‫شول‪ .‬نه هیڅکله! مګر په یو کلي کې چه سل کوره به‬


‫پکې وو‪ ،‬که چیرې ددې کلي دوو نفرو له ایران څخه‬
‫پیسې راوړې وې نو مانا ئې دا وه چه پیسې راغلې وې‪.‬‬
‫او دې کار به د کلي نور کسان د پیسو ګټلو ته تشویق‬
‫کړل او یوه عجیبه خوځیدا ئې رامنځ ته کړله‪ .‬چه ډیرو‬
‫افغانانو حتی له ایران څخه په مزدوري په تر السه کړو‬
‫پیسو په خپل کلي کې له یو بل کلیوال څخه ځمکه هم‬
‫واخستله‪ .‬د ځمکې خاوند به د کلي خان وو‪ ،‬مګر خپله‬
‫ځمکه به ئې په خپل دهقان خرڅه کړه‪ .‬مانا دا چه په‬
‫افغانستان کې خاني هم خواره خاني وه‪ ،‬تش د ځمکې‬
‫خاوند ته به خان ویل کیدل‪ ،‬الکن ډیرو ځمکو پوره اوبه‬
‫ندرلودلې‪ .‬او له اوبو ډکو رودونو او دریابونو اوبه په خپل‬
‫سر بې له ګټې آخستلو‪ ،‬او بې د خلکو او د وطن له‬
‫آبادولو بیځایه بهیدلې‪ .‬مونږ تش په نوم وطن درلود‪ ،‬خو‬
‫خپل څښنت ئې ندرلود‪.‬‬
‫او زموږ روشنفکرانو به د خپل هیواد د اوسیدونکو د‬
‫مطلق فقر او د بی سوادي پټې عقدې پدې خبرو ارضا‬
‫کولې چه‪:‬‬
‫”مونږ غیور ملت یو! موږ پنځه زره کلن تاریخ لرو…“‪.‬‬
‫‪590 of 1205‬‬

‫کابل او کابلیان‪:‬‬

‫کله چه خبره د افغانانو له بیحده فقر او بیسوادي‬


‫څخه کیږي‪ ،‬نو دې خلکو دولت هم درلود چه په کابل کې‬
‫ئې وزارتونه جوړ کړي وو او کابل د افغانستان پایتخت‬
‫وو‪ .‬مګر تش په نوم پایتخت وو چه د کابل ټولو خلکو ته‬
‫یې حتی د شلمې پیړۍ په پای کې ال برق نشو ورکوالی‪.‬‬
‫کانالیزیشن هیڅ وجود ندرلود‪ .‬څو تنګې کوڅې وې او‬
‫اوګه په اوګه کورونه پکې جوړ شول چه کله پایتخت له‬
‫کندهار څخه کابل ته انتقال کړل شو‪ .‬دا کار تیمورشاه‬
‫وکړ‪ .‬او کابل ته د پایتخت په انتقال سره دا د کابل د‬
‫باالحصار له شمالي ملنې څخه تر کابل دریا پورې یو اوړ‬
‫حدود وو چه کورونه پکې جوړ شول‪ .‬او بیا د کابل‬
‫شاهي ارګ او باغ باال امیر عبدالرحمن خان جوړ کړ چه‬
‫کابل لږ وسعت وموند‪.‬‬
‫اصلي مطلب له کابل او کابلیانو څخه دا موضوع ده چه‬
‫کله دولت د خپل ظلم څرخ د تاوولو په منظور خپلې‬
‫دروازې د هغو کسانو په مخ خالصې پرې ایښې وې چه‬
‫‪591 of 1205‬‬

‫خپل رعیت د دولت په قمچینه ووهې او په اطاعت ئې‬


‫وساتې او خپل السونه د رشوت په حرامو ډک کړې‪ .‬کرار‬
‫کرار لدغو مامورینو څخه یو جال قشر جوړ شو چه عموما َ‬
‫په کابل کې میشته هم شول‪ .‬ځکه چه دې رشوت خور‬
‫ځانور په کابل کې لوړ مقامونه درلودل او وزارتونه پکې‬
‫جوړ شوي وو‪ .‬که یو وزیر وو او که یو عادي کاتب‪ ،‬مګر‬
‫ټولو دا ظالم څرخ څرخاوو‪ ،‬چه نه ئې خلکو او نه ئې‬
‫وطن ته کومه ګټه رسیدله‪ .‬بلکه ډیرو پاچایانو تر خپلو‬
‫منځو د تخت په سر په جنګونو کې ددې هیواد‬
‫اوسیدونکي له بې امنیتي سره مخامخ کړل‪ .‬او ځینو خو‬
‫د دې خلکو له پریشوو سرونو څخه "کله منارونه" جوړ‬
‫کړل‪ .‬لکه داسې چه پخپله ژوند پدې هیواد کې یو جهنم‬
‫شوی وي او دا خلک د یو نه بښل کیدونکي جرم په علت‬
‫په بدترین مجازات محکوم شوي وي‪ .‬چه همداسې هم‬
‫وو‪.‬‬
‫که له یوې خوا د خلکو سرونه پریکیدل‪ ،‬چه ګویا‬
‫دولت ته ئې اطاعت ندی کړی‪ .‬او یا دا چه د دولت‬
‫ظلمونو ته ئې "نه" ویلي دي‪ .‬او پدې کار ئې د دولت قهر‬
‫پارولی دی‪ .‬معلومه وه چه د دولت په قمچینه وهل شوو به‬
‫‪592 of 1205‬‬

‫"بس کړئ خوږ مو کړم" نه ویل‪ ،‬که نه خو مانا ئې دا وه‬


‫چه دا د دولت په ضد عصیان وو‪ .‬او دا لویه ګناه وه‪.‬‬
‫سرونه به پریکیدل او ډیر به ئې په اسارت نیول او دا‬
‫اسیران به ئې بیا خرڅول‪ .‬خصوصا َ چه دا کار‬
‫امیرعبدالرحمن خان وکړ‪ .‬الکن پخپله هماغه پاچا هم‬
‫آرام نه لید‪.‬‬
‫د هماغه زمانې یوه کیسه ده چه؛ یو منی )خزان( امیر‬
‫شیرعلي خان په باالحصار کې زکام شوی وو او له‬
‫خپلې خدمې ئې یو تود آش وغوښت‪ .‬کله چه خدمې آش‬
‫راووړ‪ ،‬نو د ماښام تیارې اوس اوس په کابل پاس پریوتې‬
‫وې او امیرشیرعلي خان د خپلې خونې د اوږدو پردو له‬
‫چولې څخه لیرې د بیني حصار او شیوه کیو سیمې ته‬
‫کتل‪ ،‬چه لیرې د یو کور له دننه څخه دود پورته کیده‪ .‬چه‬
‫هغه به یو خوار د خټو کور وو‪ .‬نو د خدمې په آواز چه‬
‫"امیر صاحب آش مې راووړ“‪ ،‬له چرتونو راویښ شو او‬
‫خدمې ته ئې وویل‪" :‬ته راشه! هغه لیرې جونګړه وینې‬
‫چه د اور دود ترې خیزي؟ کاشکې پدې هیواد کې لکه د‬
‫هغه کور په څیر مې یو خوار کور درلودلی‪ ،‬یو دهقان‬
‫وای‪ ،‬نه ددې خلکو امیر! سخت ستومانه یم…“‪.‬‬
‫‪593 of 1205‬‬

‫زمونږ د پاچایانو ستوماني هم له رعیت څخه وه او هم له‬


‫خپل فامیل‪ ،‬حرم سرای او له خپلو ښځو څخه‪ .‬ځکه چه‬
‫پاچایانو به زیاتې ښځې کولې‪ ،‬نو د ښځو تر منځ بنتوب‬
‫یوه خوا بله خوا د سکنیو او ناسکه اوالدونو تر منځه‬
‫شخړې‪ ،‬خصوصا َ د تخت په سر جنګونو ستومانۍ‬
‫درلودلې‪ .‬یو مثال بیا هم د امیرشیرعلي خان د ښځو او‬
‫زمنو په هکله ده‪.‬‬
‫کله چه د برطانوي هند واکمنانو زمونږ پاچا هند ته‬
‫دعوت کړ‪ ،‬نو نوموړي خپل ‪ ۱۲‬کلن "شهزاده عبداهلل جان“‬
‫هم له ځان سره د نورو وزیرانو تر څنګ پدې مقصد هند‬
‫ته بوته چه ددې واړه شهزاده مور په امیر له خپلو نورو‬
‫ښځو ډیره ګرانه وه‪ .‬نو امیر د هند په سیاحت کې له‬
‫انګریزانو څخه خواهش دا وو چه دده له مرګه وروسته د‬
‫شهزاده عبداهلل جان د تخت وراثت په رسمیت ومني‪ .‬حال‬
‫دا چه امیر بل ځوان زوی درلود چه له یوې پښتنې مور‬
‫څخه وو او اوس د هرات والي وو "شهزاده محمد یعقوب‬
‫خان" نومیده‪ .‬نو هغه عصیان وکړ! بله خبره دا وه چه‬
‫امیر یو ځل د خپل یو بل زوی په مرګ چه "شهزاده‬
‫محمد علي جان“ وو هومره بیهوشه او لیونتیا ته رسیدلی‬
‫‪594 of 1205‬‬

‫وو چه پوره درۍ میاشتې ئې د خرقې د زیارت د عمارت‬


‫په توره خونه کې تیرې کړلې‪ .‬اصل وارث همدا "شهزاده‬
‫محمد علي جان" وو‪ ،‬مګر د امیر ورور "امین جان" چه‬
‫کله په قندهار کې عصیان کړی وو نو یو خو د عصیان په‬
‫نتیجه کې له "امین جان" سره د جنګ موضوع وه‪ ،‬بله‬
‫خوا دا چه د "محمد علي" او د "محمد امین" تر منځه په‬
‫یوې هندۍ نجلۍ هم پخوانۍ دښمني موجوده وه‪.‬‬
‫دا هغه وخت وو چه امیرشیرعلي خان له هند څخه درۍ‬
‫نامتو هنرمندان د موزیک او آواز استادان او هم درۍ‬
‫نجونې د همدې هنرمندانو په بدرګه کابل ته غوښتې وې‬
‫چه د خپل زوی په سنتي مراسمو کې اشتراک وکړي‪.‬‬
‫لدې دریو نجونو څخه یوه ګوهربائی‪ ،‬دوهمه زهره بائی او‬
‫یوه بله سندرغاړې هم وه‪ .‬خو د امیر د زوی محمد علي‬
‫جان او هم ئې د ورور محمد امین جان د دواړو زړونه په‬
‫”ګوهر" نومې نجل مین شول‪ ،‬چه زیاته حسینه وه‪ .‬مګر‬
‫محمد امین میدان وګاټه او ګوهر بائی یې په نکاح کړه‬
‫او له ځان سره ئې کندهار ته بوتله او نوم ئې "مینا" پری‬
‫کیښود‪ .‬الکن کله چه وروسته د عصان په سبب په زابل‬
‫کې د امیر شیرعلي خان او د محمد امین خان لښکرې‬
‫‪595 of 1205‬‬

‫مخامخې شولې‪ ،‬نو محمد علي‪ ،‬محمد امین ته د دوه په‬


‫دوه د جنګ بلنه ورکړه او نورې لښکرې د جنګ د میدان‬
‫په څنډه په ننداره ودریدلې‪ .‬او ددې جنګ ننداره د یوې‬
‫غونډۍ له پاسه امیر په خپله خیمه کې کولې‪ .‬بالخره د‬
‫آس په سر په مقابلو حملو دا دواړه له یو او بل څخه د‬
‫تورو ژور زخمونه واخستل او دواړه د آس له پاسه الندې‬
‫په ځکمه ولویدل او یو له بل پسې له ساه څخه پاته شول‪.‬‬
‫او امیر شیرعلي خان د خپل زوی په مرګ یو په یو له‬
‫لیونتیا سره مخ شو‪ .‬نو شهزاده عبدالرحمن خان د امیر‬
‫شیرعلي خان د خپل آکا له همدې حالت څخه ګټه پورته‬
‫کړه او له امیرشیرعلي خان څخه ئې د هغه تخت خپل‬
‫پالر "محمد افضل خان" ته وګاټه چه دوه کاله ئې‬
‫پاچاهي وکړه‪ .‬افضل خان وروسته د کوملو له انسداد‬
‫څخه مړ شو او بیا ئې ورور "محمد اعظم" پاچا شو او‬
‫یونیم کال یې پاچاهي وکړه‪.‬‬
‫امیر شیرعلي خان پدې موفق شو چه د امیر محمد اعظم‬
‫خان لښکرو ته په وردګو او د خروار د سیمې په "زنه‬
‫خان" کې ماتې ورکړې او دوباره په تخت کشیناست‪.‬‬
‫مګر ډیرې شپې به له باالحصار څخه سرلوڅی او پوښې‬
‫لوڅی د کابل د ښار په تنګو کوڅو کې په خپل زوی‬
‫‪596 of 1205‬‬

‫”محمد علي“ پسې نارې وهلې چه‪" :‬زویه! ته چیرته ئې؟‬


‫ولې مې مخې ته نه راځې؟ ولې زویه‪ ،‬ولې له مانه پټ‬
‫شوی ئې؟ راشه ای زما د تخت وارثه…!“‪.‬‬
‫امیر یو ځل بیا هغه وخت لیونی شو چه دده آخري‬
‫زوی او په امیر ډیر ګران شهزاده عبداهلل جان ته پټه په‬
‫پټه زهر ورکړل شوی وو او دا طبي تشخیص د تزار د‬
‫هئیت "‪ ۳۴‬کسیزه هئیت" ډاکتر ایښی وو‪ ،‬کوم چه خپل‬
‫کتاب ئې د "هئیت تزاري در دربار امیرشیرعلي خان" په‬
‫نوم لیکلی وو او یو افغان ترجمه کړی دی‪ .‬امیر یوه شپه‬
‫پټ له خپل فامیل سره مزار ته وخوځید‪ .‬دا هغه وخت وو‬
‫چه د هند برطانوي حکمران له امیر څخه د تزاري هئیت‬
‫د راتلو د مقصد پوښتنه کوله او بیا همدا علت وو چه د‬
‫”افغان‪ -‬انګلیس" دوهم جنګ هم رامنځ ته شو‪ .‬خو په‬
‫مزار کې خپله امیر ته هم پداسې وخت کې په پټه زهر‬
‫ورکړل شول چه یو خوا والګی شوی وو او بله خوا څخه‬
‫ئې د "نقرص" ناروغي په ټول شدت سروهلی وو‪.‬‬
‫د محمد امین خان له وژل کیدو وروسته "ګوهر بائی"‬
‫هندي نجلۍ هم له کندهار څخه بیرته خپل هیوا ته والړه‬
‫‪597 of 1205‬‬

‫او له تلو څخه وروسته ځینو شاعرانو شعرونه ورباندې‬


‫جوړکړل او د"نازی جان" نوم یې ورکړ‪.‬‬

‫کله چه انسان د افغانستان په اوسیدونکو باندې د‬


‫معاصر تاریخ په مختلفو مرحلو کې یوه ځغلنده نظر‬
‫آچوي‪ ،‬چه ال دا اوس کال ‪۲۰۰۴‬م دی‪ ،‬او ددې خلکو‬
‫پیژندنه له ‪۱۹۷۸‬م کمونستي کودتا سره هم سرته‬
‫ورسیدله‪ ،‬یانې دا خلک د تاریخ په تله کې د "کمونیزم" په‬
‫تیږه هم وتلل شول او دا آرمان هیڅ یو افغان ته ندی پاته‬
‫چه ووائي چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬که مونږ چیرې د کمونیزم او سوسیالیزم الره نیولې‬
‫وای‪ ،‬نو وطن به مو له همدې الرې آباد شوی وو‪ .‬زمونږ‬
‫خلک به د تعلیم او سواد او د عدالت له نعمت څخه بهره‬
‫مند شوي وو‪ .‬دولت به د خلکو په خذمت کې وو…“‪.‬‬
‫مګر داسې ونشول‪ .‬همدا کمونیزم چه په افغانستان‬
‫کې چا نه پیژاند‪ ،‬یوازې په کابل کې د کودتا له الرې په‬
‫رڼا ورځ ئې جمهور رئیس محمد داود خان وواژه او لدې‬
‫توئې شوې وینې سره ئې د لسهاوو زرو هغو کسانو‬
‫وینې هم وبهولې چه "غریب" افغانان وو‪ ،‬کوم چه‬
‫‪598 of 1205‬‬

‫کمونستانو له کودتا څخه پخوا کلونو کې خپل تبلیغ د‬


‫غریبانو په مالتړ کاوو‪.‬‬
‫اصلي مطلب دادی چه که افغان کمونست شوی هم‬
‫وو بیا هم هماغه افغان وو چه‪:‬‬
‫الف‪ -‬دروغ ئې ویل‪.‬‬
‫ب‪ -‬هماغه افغان وو چه څرنګه ئې پخوا له نورو څخه‬
‫ظلمونه لیدلي وو‪ ،‬مګر کله ئې چه د ظلم کولو فرصت پیدا‬
‫کاوو نو دا فرصت بیا له هغه پروني مظلوم افغان څخه یو‬
‫نوی ننی ظالم افغان جوړاوه‪.‬‬
‫چه کمونستانو همدا ظلمونه وکړل او خلکو له نني نوي‬
‫ظالم نه د هغه پروني ظالم ظلمونو ته دعا کولې‪ .‬دا یو‬
‫واقعیت وو چه د افغانستان د هیواد ځمکه او آسمان ئې‬
‫شاهد شوی دی‪ .‬همیشه همداسې وو چه هر نني ظالم‬
‫له پروني ظالم څخه ظاملتره ختلی دی او دا زموږ ددولت‬
‫پیژندنه هم ده‪.‬‬
‫‪ .۲‬دوهم آرمان ئې هم سرته ورسیده چه د کابل خلکو به‬
‫پنځه وخته په جماتونو کې د مجاهدینو کابل ته د راتلو‬
‫لپاره به دوی خدای ته له هر ملانځه وروسته دعاوې کولې‪.‬‬
‫او دا به ئې ویل چه‪:‬‬
‫‪599 of 1205‬‬

‫کمونیزم ددې لپاره افغانستان ته راغلی وو چه د‬


‫اسالم دین له منځه ویسي‪ .‬مګر دا هغه مبارک دین دی‬
‫چه پخپله خدای تعا ٰلی د خپل مبارک دین ساتندوی دی‪.‬‬
‫او مونږ له خدایه غواړو چه له مجاهدینو سره زموږ هیواد‬
‫ته د اسالم په الره پابند مجاهدین او د اسالم د علماوو‬
‫له خوا اسالمي حکومت جوړ شي‪ .‬دا یوازې اسالم دی‬
‫چه عدالت لري او د شریعت په احکامو دا وطن له کفر‬
‫څخه نجات ومومي‪ .‬او د اسالم مبارک نور زمونږ په‬
‫زړونو وړنګې خپرې کړي‪ .‬ځکه چه ظلم په کفر کې دی‬
‫او واقعی عدالت او مساوات د اسالم د دین مبارکه الره‬
‫ده…“‪.‬‬
‫مګر کله چه اسالم مجاهدینو په السو کې د کورونو‬
‫مخې ته د تهدید او د مرګ او غال ماشیندارې شولې او‬
‫مجاهدین راښکاره شول‪ ،‬نو د همدې کابل خلکو خپل‬
‫ددعا السونه چه پرون به ئې آسمان ته په زاریو نیولي‬
‫وو‪ ،‬مګر ډیر ژر ال یوه میاشت وتلې نه وه چه هماغه‬
‫السونه په بد دعاوو چپه آسمان ته ونیول شول‪.‬‬
‫‪600 of 1205‬‬

‫نوټ‪" :‬ما پخپله لیدل او پخپله آوریدل چه د خلکو له خولو‬


‫څخه دا خبرې وتلې‪" :‬څه شول هغه شورویان څه شول؟‬
‫کاشکې اوس راشي او مونږ ددغو مجاهدینو له شر‪،‬‬
‫شرارت او وحشت څخه وژغوري! آه پروردګاره اوس به‬
‫څه کوو…؟“‪.‬‬

‫افغانان همدا وو بل څوک نه وو‪ ،‬که کمونستان وو او که‬


‫مجاهدین وو‪ ،‬تش حزبونه او نومونه ئې بدل او بل وو‪.‬‬
‫مګر درون مایه یو شی وو‪ .‬خو دا د هغه تاریخ تله وه چه‬
‫افغانان ئې هم د اسالم او مجاهد په تیږه وتلل او هم ئې‬
‫د کمونیزم په تیږه تلل‪ ،‬کوم چه تاریخ د خپلې تاریخي‬
‫اشتباه شرمونه ګالل‪ .‬چه د افغانستان په نوم د یاد شوي‬
‫هیواد دردونه ئې لیدل چه د خپلو اوسیدونکو له خوا ورته‬
‫رسیدل‪.‬‬
‫دا د مجاهدینو په نوم د مختلفو اسالمي احزابو‬
‫غړي له شوروي پوځ سره د جهاد په لسو کلونو کې په‬
‫‪ %۷۵‬د چرسو په څکولو معتاد شول‪ ،‬چه بیا دوی خپله‬
‫همدا اعتراف په ډیر فخر کاوو‪ .‬چه کله به ئې چرس‬
‫وڅکول نو بیا به ئې څرنګه د شوروي پوځ په ټانګونو بې‬
‫‪601 of 1205‬‬

‫له کوم ډار څخه حملې کولې او ټانګ به داسې ورته‬


‫ښکاره کیده لکه موژک‪ .‬همدا کار د کمونستانو رهبرانو‬
‫هم لکه د اسالمي احزابو د رهبرانو په څیر وکړ او خپلو‬
‫ځینې حزبي خاصو قطعاتو غړو ته ئې رسما َ په کانتین‬
‫کې چرس لکه د چای او بورې استحقاق حواله کړي وو‪.‬‬
‫او په دې توګه ضرر ټول نسل ته رسید‪ .‬او هم د اسالمي‬
‫احزابو له خوا ګمارل شوو کسانو د شوروي پوځیانو په‬
‫ځوانانو چرس خرڅول‪ ،‬چه په اسالم کې دا د دښمن او‬
‫کافرانو په ضد د جهاد وسله وه‪ .‬مګر ناخبره لدې چه د‬
‫همدې جهادي او اسالمي تبلیغ تر څنګ ئې چرس خپلو‬
‫حزبي غړو ته هم ورکول‪ ،‬مګر پداسې عمل ئې خولې‬
‫ګونګۍ وې‪.‬‬
‫او پدې توګه د افغانانو د پیژندلو لپاره دوه تاریخي‬
‫مرحلې د تاریخ مخې ته کیښودل شولې او مطالعه شولې‬
‫چه هم د کمونستانو تیږه کې او هم د اخواني ارتجاع په‬
‫تیږه وتلل شول‪ ،‬چه پدې دواړو حاالتو کې دوه غالمان وو‬
‫چه ئې خپلو بادارانو ته خذمت کاوو‪ .‬او دوه واقعیتونه ونه‬
‫لیدل شول چه په عمل کې هم "افغان" او هم "انسان"‬
‫ځانونه ښکاره کړي چه بیا ئې هیواد او د هیواد تاریخ‬
‫‪602 of 1205‬‬

‫ومني او دا قبول کړي چه په افغانستان کې د افغانستان‬


‫اوسیدونکي "انسان افغانان" وو‪ ،‬چه ئې د خپل انساني‬
‫شرف د دفاع لپاره ژوند‪ ،‬جنګ او مرګ منلي وو‪ .‬بلکه‬
‫برعکس هر افغان که باسواده وو که بیسواده وو او که په‬
‫کابل کې وو او که په کلیو کې‪ ،‬مګر ټولو هغه څه میدان‬
‫ته وویستل چه ددوی واقعې څهره وه‪ .‬که له سلطان‬
‫محمود سره ئې د جهاد او جنایتونو وحشت سرته‬
‫ورساوو‪ ،‬بیا که په هند کې وو او دادی چه اوس هغه‬
‫پیړۍ تیرې شوې هم وې او بدلې شوې وې‪ ،‬الکن د‬
‫افغانانو د خوی‪ ،‬او وینې او په رګونو کې د خصلت‬
‫ورانونکې وحشې تمایالتو خوی بدل شوی نه وو‪ .‬په ټول‬
‫افغانستان کې د مجاهدینو په راتلو سره ټولې الرې د‬
‫همدې وسلوالو مجاهدینو له خوا نیول شوې وې‪ .‬که یو‬
‫څوک له خپلې کال او له خپل کلې څخه نژدې کلې ته په‬
‫تلو کې لوڅیده او په لویو الرو کې موټرونه درول کیدل او‬
‫هر څه غال کیدل‪ ،‬افغانان همدا غله وو چه په پیړیو په‬
‫خپلو وینو کې د غال او ظلم خوی ساتلی وو‪ .‬نه چه پدوی‬
‫کې یوازې د شلمې پیړۍ په پای کې یو په یو پیدا شوي‬
‫وي‪.‬‬
‫‪603 of 1205‬‬

‫او دا د افغانستان اوسیدونکي وروسته د کمونیزم‬


‫او د جهاد او مجاهدینو له تیږې څخه چه وتلل شول‪،‬‬
‫پدې ځل دوی د طالبانو په اقتدار کې هم وپیژندل شول‪.‬‬
‫چه د وطن فروشي او د عربو او د اسالم په وړاندې د‬
‫غالمي آخري شرم ئې دا وو چه د ټول هیواد واک ئې یو‬
‫پردي عرب "اسامه" ته وسپاره‪ .‬چه همدې عرب د‬
‫افغانستان له خاورې څخه د اسالمي بین املللي تیروریزم‬
‫ځاله جوړه کړه او د افغانستان په خاوره کې له دیرشو‬
‫هیوادونو راغلي تیرورستان چه زرهاوو ته رسیدل تربیه‬
‫کړل شول‪ .‬او د "رباني" په جهادي واکمني کې د‬
‫اتحاداسالمي د حزب مشر "عبدالرب رسول سیاف" په‬
‫پیشنهاد او د رباني په فرمان ‪ ۱۸۲۰۰‬عربانو د‬
‫افغانستان د تابعیت سندونه واخستل او ډیر کسان ئې‬
‫په کابل کې پاته شول ودونه ئې وکړل او کورونه ئې‬
‫واخیستل‪ .‬چه یوه ورځ به د شرارت او جهاد هر رنګه‬
‫وحشت د یو پټ تشکیل په توګه له ځانو ښکاره کړي‪ ،‬چه‬
‫په "اسامه" تړلي عربان او مسلمانان او تیرورستان دي‪.‬‬
‫پدې توګه افغانستان هم له وسلو ډک شوی وو او‬
‫هم د جهاد او د مجاهدینو د قوماندانو تر څنګ ځانګړو‬
‫‪604 of 1205‬‬

‫تیرورستانو او طالبانو د افغانستان د هیواد خاوره د‬


‫اسالم په ال زیات مرض ککړه کړه‪ .‬نور په افغانستان کې‬
‫د تیرو جهادي کلونو په موده کې روغ مکتب پاته نه وو‪ .‬د‬
‫مجاهدینو ملړنۍ اسالمي جهاد په مکتبونو د راکټونو په‬
‫ویشتلو ښکاره شو‪ .‬ځکه چه دوی ویل چه کمونستان له‬
‫همدغو مکتبونو څخه وتلي وو او له همدې مکتبونو وتلي‬
‫روشنفکران وو باید ړنګ کړل شي او په ځای ئې باید‬
‫اسالمي مدرسې جوړیشي‪ .‬که مجاهدینو د ټول‬
‫افغانستان په لویشت لویشت ځمکه کې د تیرو کلونو په‬
‫زحمت جوړ شوي مکتبونو ودانۍ په راکټونو وویشتلې او‬
‫مکتبونه ئې ړنګ کړل‪ ،‬بیا طالبانو د مدرسو او د جماتونو‬
‫په جوړولو پیل وکړ چه په هره اسالمي مدرسه کې‬
‫تیرورستان روزل کیدل‪ .‬چه د طالب مالیانو او ښوونکو له‬
‫خوا تیروریزم ته د کافرانو په ضد د بین املللي جهاد‬
‫اسالمي فرض نوم ورکړل شوی وو او ددوی السونو ته‬
‫ئې همدا جهل سپاره چه په ټوله دنیا کې به جهاد د بین‬
‫املللي مجاهدینو له خوا تر سره کیده او مشر ئې اسامه‬
‫او هغه ړوند مال وو چه "عمر" نومیده‪.‬‬
‫‪605 of 1205‬‬

‫اوس د "کابل او د کابلیانو" موضوع ال بهتره مطالعې ته‬


‫اُوځي کوم چه د دې بحث عنوان همدا دی چه ژورې‬
‫ریښې لري‪:‬‬

‫”تیمور شاه" په کابل کې چه کله له خپلو ‪ ۳۰۰‬ښځو سره‬


‫او د هغو ښځو له اوالدونو او نفرخذمتو سره د کابل‬
‫باالحصار ته وخوت‪ ،‬نو نوموړي د پښتنو له شخصي او‬
‫قامي خودخواهیو او داخلي دښمنیو او بیا په دربار کې‬
‫له سیاسي دسیسو څخه هومره په عذاب شوی وو چه‬
‫خپله ټوله ورځ به ئې له خپلو ښځو او اوالدونو سره دننه‬
‫په حرام سرای کې تیروله‪ .‬او د تیمور شاه ایرانۍ مور ال‬
‫هغه وخت بیرته ایران ته تللې وه چه کله اوړ تیمور په‬
‫هرات کې د خپلې مور له سرپرستي الندې حکمران مقرر‬
‫شوی وو‪.‬‬
‫تیمور شاه د کابل ځمکې پخپلو قوماندانانو‬
‫وویشلې چه هماغه د کندهار پښتانه او په قام ”سدوزي"‬
‫وو‪ .‬حتی ال نن هم د کابل د ښار هغه پخوانۍ کوڅې یا‬
‫ځمکې ددوی په نومونو یادیږي‪ .‬او پدې توګه د کابل ښار‬
‫په واقعیت کې د دولت ښار وو چه دولت د خلکو بادار وو‪.‬‬
‫‪606 of 1205‬‬

‫او رعیت باید خپل اطاعت د خپل بادار په وړاندې په زور‬


‫یا په رضا منلی وای‪ ،‬چه همداسې هم وشول‪ .‬نور نو د‬
‫دولت له خوا په رعیت باندې د باداري ماشین چه هر‬
‫دولتي مامور چالوو او د دولت د ظلم قمچینه ئې په الس‬
‫کې نیوله‪ ،‬همدا د دولت د فوق والی او مقام له مزایاوو‬
‫څخه به بهره مند وو‪ .‬پدې مانا چه د خلکو په منځ کې به‬
‫دا د دولت مامور ډیر امتیازونه درلودل او دا د دولت د‬
‫قدرت په آس سپور مامور مخې ته به هر بل چا الس په‬
‫سینه سالم ورکاوو‪ .‬او که په نورو باندې لکه د هغوی د‬
‫ملکیت او یا بل حق تجاوز کاوو نو د مظلوم عرض به چا‬
‫نه آورید‪.‬‬
‫د دغو مامورینو د رشوت خوري او په خلکو د‬
‫حکومت کولو له الرې د واکمني او په نتیجه کې د خلکو‬
‫له السو څخه تر السه شوو پیسو باندې به دوی په کابل‬
‫کې کورونه جوړول‪.‬‬
‫په افغانستان کې دا دولت وو چه پیسې ئې‬
‫درلودلې او خپلو مامورینوته ئې په معاش ورکولې‪ .‬له‬
‫دولت څخه پرته نه فابریکې وې او نه هم داسې ځایونه‬
‫‪607 of 1205‬‬

‫چه تولید ولري او کار پکې پیدا شي او خلک د کار له‬


‫الرې پیسې تر السه کړي‪.‬‬
‫نور نو عام خلک په کلونو کلونو فقر وهلي وو‪.‬‬

‫نوټ‪" :‬زه په کال ‪۱۹۷۴‬م د داودخان په واکمنې کې د یو‬


‫عمومي تفتیش لپاره د بدخشان د والیت لیرې ترینې‬
‫ولسوالی ته چه د آمو دریا په غاړه پروت یوه غرنۍ سیمه‬
‫کې ده‪ ،‬د کانادائی وړې طیارې په وسیله د "درواز" د‬
‫سیمې د غرونو په سر د جوړشوي اوړ هوائی میدان په‬
‫سر راکوز شولم‪ .‬ددې خلکو په منځ کې د پیسو په وسیله‬
‫راکړه ورکړه نکیدله‪ .‬ټول هره خوا د پامیر لوړ غرونه وو‪.‬‬
‫نه کوم دکان وو‪ ،‬نه کوم بازار وو او نه هم د زراعت لپاره‬
‫پراخې د کرهڼې ځمکې وې‪ .‬مال په ابتدائی ترین شکل‬
‫له بل مال سره معاوضه کیدل او هغوی به چه غوښتل‬
‫مالګه له فیض آباد څخه راوړي نو تګ او راتګ ټول د‬
‫غرونو په ستومانو نریو الرو کې ‪ ۱۵‬ورځې وخت نیوو‪ .‬او‬
‫هم په کال ‪۱۹۷۹‬م کې د بر کنړ د نورستان د واما کلي‬
‫ته د تیږو غټې مالګې راغلې چه یو من غوړي له دوو منو‬
‫مالګو سره عوض او تبادله کیدل…“‪.‬‬
‫‪608 of 1205‬‬

‫او دا خو ال بیله خبره ده چه ومنو چه په پخوا پیړیو کې‬


‫افغانستان یو غوړیدلی تجارت او تولید درلود‪ .‬نه موټر وو‬
‫او نه هم د موټرو الر‪ .‬دا کیسه زما د خپل ژوند لیدلی‬
‫حالت دی او زما د عمر د کلونو کیسه ده چه ‪ ۱۹۴۰‬د‬
‫لسیزې د تجارت هر څه به د اوښانو په وسیله تر سره‬
‫کیدل او بیا په ‪ ۱۹۵۰‬لسیزه کې خال خال د اوږدو الرو‬
‫په نریو او خامو سرکونو ځینې د الرۍ موټرې راښکاره‬
‫شولې‪.‬‬
‫یوازې اوړ کابل وو چه د دکانونو او بازار او د تجارت‬
‫مرکز وو او یو ښار ته ورته وو‪ .‬پرته له کابل نه د‬
‫افغانستان په نورو والیاتو کې د ښار سره مناسب کوم‬
‫ښاري تشکیل او ضروري او الزم ځایونه خصوصا َ‬
‫هوټلونو درک ندرلود‪ .‬حتی په خپله کابل کې کوم داسې‬
‫هوټلونه نه وو چه پاکتوب او د صحي معیارونو په لوازمو‬
‫جوړ شوي وي‪ .‬بلکه دا تک تور چټل سماواتونه وو چه د‬
‫ګندګي او غیر صحي خونو په لرلو به کابل ته راغلو‬
‫کسانو پکې په معین قیمت شپې تیرولې‪ .‬خصوصا َ هغو‬
‫کلیوالو کسانو چه دوی به د خپل والیت له حاکم یا‬
‫‪609 of 1205‬‬

‫قاضي‪ ،‬یا مامور او یا والي له ظلم او بې غوري څخه‬


‫کابل ته له عریضو سره راغلي وو او د شپو تیرولو ځای‬
‫به ئې په سماواتونو کې وو‪ .‬چه کله به ئې څو ورځې‬
‫وروسته پیسې خالصې شولې او عریضې به ئې هم د‬
‫وزارتونو په دروازو کې د والړو پولیسانو له خوا آخستل‬
‫شوې نه وې‪ ،‬بلکه ال به ال هم له تحقیر او کنځلو سره‬
‫مخامخ شوي وو‪ .‬نو به په تشو السو له کین او نفرت نه‬
‫ډکو سینو خپلو خپلو سیمو او کلیو ته به بیرته ستانه‬
‫شول‪.‬‬
‫دا راغلي کلیوال او بیسواده کسانو به په کابل کې یو بیل‬
‫جهان لیدلی وو‪ ،‬چه ځینې موټرې وې‪ ،‬رادیو وه‪ ،‬په دکانو‬
‫کې رنګ رنګ میوې‪ ،‬کالي او رختونه وو‪ .‬خصوصا َ په‬
‫وروستیو کلونو کې ځینو ځایو کې به د شپې برق وو او‬
‫د برق د ګروپ رڼا او د رادیو له دننه څخه د ساز او آواز‬
‫غږونه‪ ،‬په سړک رهي ښځې‪ ،‬په دکانو کې فالوده او‬
‫هندي ریکاټونه‪ ،‬هرڅه هرڅه دوی ته پردي پردي وو‪ .‬د‬
‫ځوانانو دریشۍ‪ ،‬او لوڅ لوڅ سرونه‪ ،‬په سړکونو ګڼه‬
‫ګوڼه‪ ،‬پاکې جامې‪ ،‬پاک بوټونه‪ ،‬ټول هغه څه وو چه ددوی‬
‫په کلي کې د پیوند پیوند زړو کالیو او جامو خیرن حالت‬
‫‪610 of 1205‬‬

‫او اکثرا َ واړه او زاړه پوښې لوڅي او په ژمي موسم کې‬


‫د پوښو کڼاوې چه کله د کابل له خلکو سره مقایسه‬
‫کیدل‪ ،‬دوی ته د منلو نه وو‪ .‬چه ئې د کابل خلک په‬
‫سترګو کې له یوې بلې دنیا راغلي لدوی څخه ډیر لوړ او‬
‫لدوی څخه جال او یو پردی مخلوق ښکاره کید‪.‬‬
‫د کابل ښار او د هغه اوسیدونکي د افغانستان په‬
‫خوار وطن او فقر وهلو کلیوالو خلکو په منځ کې تش لکه‬
‫یو څاڅکی وو‪ ،‬چه شاهي ارګ او قصر پکې وو او پاچا‬
‫په کابل کې ژوند کاوو‪ .‬او بیا شاوخوا کورونه د وزیرانو‬
‫له خوا او یا نورو دولتي ممتاز مامورینو له خوا آباد کړل‬
‫شول‪ .‬چه پدې توګه د کابل ښار د مامورینو د اوالدونو‬
‫ځای شو او د جنراالنو د کورونو او په دغو دولتي‬
‫مامورینو تړلي د سوداګرانو او قاچاقبرانو ځاله شوله‪،‬‬
‫چه له هره بابته حرام پکې راغونډ شول‪ .‬چه نه سوداګرو‬
‫نه پاچا او نه وزیرانو او جنراالنو خپل وطن په آبادي کې‬
‫خپلې پیسې او خپل دولتي صالحیتونه او مسئولیتونه‬
‫وظیفې او فریضې پکار آچولي وو‪ .‬بلکه هر چا خپل‬
‫ځانته چوکۍ او پیسې ګټلې چه په مطلق توګه نه پیسې‬
‫‪611 of 1205‬‬

‫حاللې وې او نه د دولت چوکۍ د عدالت په الر کې پکار‬


‫لویدلې‪.‬‬
‫سره لدې خلکو لیدل چه د دولت ظالم مامورین له‬
‫هماغو مکتبونو څخه وو چه د روشنفکرانو په نامه یادیدل‬
‫او ددوی د تحصیل یوازنی آرمان به دا وو چه څرنګه د‬
‫دولت له لوئې دروازې نه دننه ننوځي او بیا د چوکیو‬
‫خاوندان شي او بیا خپل السونه په حرامو له خلکو په‬
‫رشوت ډک کړي‪ .‬ځکه چه ددوی معاش دومره نه وو چه‬
‫داسې کورونه جوړ کړي او یا د خپل وخت د لوکس ژوند‬
‫حرام نعمت ته ورسیږي‪ .‬دلته د لوکس ژوند موضوع د‬
‫افغانستان د خلکو د مطلق اکثریت د ناداري او فقر په‬
‫پرتله او تناسب یو واقعیت دی چه د خپل ځان تعریف‬
‫لري‪ .‬نو د خلکو په زړونو کې د کابل د اوسیدونکو په‬
‫ضد یوه پټه کرکه پیدا شوې وه‪ .‬چه بیا همدا د کابل د‬
‫روشنفکرانو قشر له هغه قشر سره یو ځای شو چه د‬
‫دولت له چوکیو څخه ئې تر السه کړي د راحت ژوند په‬
‫کابل کې له خلکو ناخبره بیغمه او بې مسئولیته تیراوو‪،‬‬
‫چه ځانو ته ئې "مترقي او متمدن" ویل‪ .‬او همدا دوی وو‬
‫چه خارج ته د تلو چانسونه ئې درلودل او د نورې‬
‫‪612 of 1205‬‬

‫پیشرفته دنیا د ژوند هوسونه به ئې په کابل کې کول‪ .‬چه‬


‫کله به کلیوالو ددوی پدې رنګه جامو او د حرکاتو په طرز‬
‫حساب کاوو‪ ،‬نو به د افغانستان اکثریت اوسیدونکي د‬
‫دې کابلیانو د واړه قشر په مقابل کې ځانونه د دوهمې‬
‫درجې اوسیدونکي ګڼل‪ .‬دا یو واقعیت وو چه د کابل د‬
‫دولتي مامورینو له نوي نسل څخه پیدا شوی یو بیل اوړ‬
‫نسل ځانوته له نورو خلکو څخه کرار کرار د کلونو په‬
‫تیریدلو د یو "بادارې" لوړ‪ ،‬ممتاز او متمدن پکر په لرلو‬
‫او هم د یو دروني قناعت په همدې ممتازتوب‪ ،‬مګر‬
‫فاصلې هم ایجاد کړلې‪.‬‬
‫دا فاصلې ددوی په دروني ممتاز قشري قناعت او‬
‫امتیاز کې وې او هر کال ال هم له خلکو څخه د فاصلو‬
‫نیولو او له خلکو څخه د پردي کیدلو په یو ذهني انحراف‬
‫ښکاره شولې‪ .‬پدې توګه کابل هم د نورو مطلق اکثریت‬
‫فقر وهلو او بیسوادو اوسیدونکو په ذهن کې یو پردی‬
‫ځای وو او ددوی نه وو‪ .‬ځکه چه ژوند ئې لکه ددوی نه‬
‫وو‪ .‬خصوصا َ چه کابلیانو به د کلیوالو په جامو ریشخند‬
‫واهه او ډیرو خو به "د پښتنو ښځو او نرانو" لباس ته‬
‫”خشتک کشال“ ویل‪ .‬کابلیان په خپلې فارسي ژبې او په‬
‫‪613 of 1205‬‬

‫خپلو دریشیو نازیدل‪ .‬او دا قشر به د کابل دننه هم د‬


‫نورو کابلیانو په وړاندې به ئې ځانو ته امتیاز ورکاوو‪.‬‬

‫بیا د کلونو په تیریدلو سره له همدې کابل نه د‬


‫روشنفکرانو په نوم د روشنفکري آوازونه جګ شول‪ .‬که‬
‫ځینو د فرانسې د انقالب په لوستلو د همداسې انقالب‬
‫تصویر جوړاوو‪ ،‬او یا ئې شاهي خاندان د کمونیزم په‬
‫برچو له منځه اوړ‪ ،‬مګر یو واقعیت پدغو ټولو ذهني‬
‫حاالتو کې دا وو چه هر روشنفکر ټول افغانستان ته‬
‫یوازې او یوازې د کابل د ژوند او شرطونو له سترګو‬
‫کتل‪ .‬او تر آخره پدې واقعیت پوه نشول چه نه کابل ټول‬
‫افغانستان دی او نه ټول افغانستان دا اوړ کابل دی‪.‬‬
‫او همدا ذهني خطاګانې وې چه د روشنفکرانو په‬
‫نوم له یو اوړ او نازولي کابلي قشر څخه د افغانستان‬
‫هیواد ډیر ضررونه ولیدل‪ .‬نه له هغو بیسوادانو څخه چه د‬
‫کلیو اوسیدونکي ساده خلک وو‪ .‬ځکه چه دا دوی وو چه‬
‫د تحصیل کتابونه ئې لوستل او د نورې دنیا په‬
‫پیشرفتونو خبریدل‪ .‬مګر بیا هم همدا دوی وو چه که‬
‫‪614 of 1205‬‬

‫جهان ئې پیژانده مګر خپل هیواد ئې او خپل خلک ئې نه‬


‫پیژندل‪.‬‬
‫که دوی د خپل هیواد د اوسیدونکو د بیسوادي او د‬
‫فقر او بیکاري او د دولتي ظلمونو او دیو محدودې‬
‫شاهي کورنۍ د پاچایانو د بې مسئولیتي او ناپوهي او‬
‫د هیواد د وراني په مرض آګاه طبیبان او ډاکتران هم‬
‫وو‪ ،‬مګر د ناروغي د تشخیص تر څنګ ئې د ماسکو دوا‬
‫ورکوله‪.‬‬
‫د داسې دوا په ورکولو ئې په عاقبت خبر نه وو چه‬
‫په خپلو ناپوهیو او په بې سوادیو کې د ارتجاع په‬
‫ارتجاعي میکروب ککړ ناروغان ډیرول‪ .‬چه پدې توګه او د‬
‫همدې واقعیتونو په نه پوهیدلو تجربو وښودل چه په‬
‫افغانستان کې دا ځانو ته روشنفکران ویونکي بیسوادان‬
‫وو‪ ،‬چه ئې وطن ته زیات ضررونه ورسول‪ .‬خصوصا َ چه‬
‫سیاسي اخوانیزم او سیاسي اسالم نور هغه مال او‬
‫مسلمان نه وو چه په سپیرو کلیو او سپیرو جماتونو کې‬
‫دوی ناخبرو او ساده دلو کلیوالو غوږونو کې د اسالم‬
‫نومي ناروغي د خرافاتو او د معجزو د زهرو څاڅکي‬
‫څڅول‪ .‬او لکه هماغه ساده خلک د جمات هر مال هم‬
‫‪615 of 1205‬‬

‫ساده وو او د خلکو له خوا به ډوډۍ ورکول کیدله‪ .‬بلکه‬


‫دوی چه کله په همدې کابل کې د حزب د جوړولو د قانون‬
‫په غږ او د دیموکراسي د پرنسیپونو له جملې څخه د ډیر‬
‫حزبي په اصولو له بل هر چا نه حزبي او سیاسي ګټه‬
‫پورته کړه‪ ،‬نو منسجم شول او په ټول افغانستان کې د‬
‫زرهاوو جماتونو د هستو او حجرو د موجودیت له شرطونو‬
‫سره ئې د خپل سیاسي پراخ حزبي تشکل په همدې‬
‫بنیاد سرتاسري ریښې وځغلولې‪ .‬پدې تبلیغ چه "اسالم‬
‫په خطر کې دی"! او ددې تبلیغ مانا دا وه چه په کابل‬
‫کې کمونیزم پیدا شوی وو او کمونیزم هغه د اسالم‬
‫مخالف بنیاد وو چه بیا هم د کابل د روشنفکرانو په نوم د‬
‫بیدینو غږ وو او له کابل څخه وتلی وو چه اسالم ته یو‬
‫خطر وو‪ .‬او دا ددوی تبلیغ وو چه دادی اوس سیاسي‬
‫مال او اخوانیزم د قدرت او سیاسي واکمني او اقتدار د‬
‫ګټلو او شهرت ته د رسیدلو په زړه پورې شرطونه لیدلي‬
‫وو‪ ،‬چه هغه د دیموکراسي الره وه‪ .‬یوه داسې الره چه‬
‫اخوان ئې سیاسي قوت ته ورساوو او دا هغه قوت وو چه‬
‫هدف ئې د دیموکراسي له منځه وړل وو‪.‬‬
‫‪616 of 1205‬‬

‫کله چه انسان په پیړیو مخکې او بیا تر دا ننه کال‬


‫‪۲۰۰۴‬م پورې د افغانستان خوار وطن ته ګوري چه پکې‬
‫یو له بل څخه لیرې واړه واړه کلي جوړ شوي دي او د‬
‫هغو کلیو اوسیدونکي نه له ځان او نه هم له جهان څخه‬
‫خبر وي او په مطلق اکثریت سواد ونلري‪ .‬او فقر په یو‬
‫حیواني ژوند دچار کړي وي چه ال پدې هم پوه نه وي چه‬
‫دا یو ذلت دی چه دوی ژوند ورته وائي‪ .‬مګر د انساني‬
‫ژوند انساني شرطونه نلري خو دوی داسې یو انساني‬
‫پکر ته احتیاج وو چه ئې ندرلود‪ .‬په نتیجه کې د افغانانو‬
‫د کلي د ژوند مسیر د هر رنګه ناروغیو او د سو تغذي او‬
‫د مرګ او مقاومت تر منځ خپل خاص شکل نیوو چه‬
‫څرنګه د ناداریو‪ ،‬د نیستیو‪ ،‬د ناروغیو‪ ،‬د کم غذائي او‬
‫غیر صحي د شرطونو په ګڼ شمیر دردونو کې لوی شي‪.‬‬
‫یا میکروب ورسره عادت شي‪ ،‬نه چه له میکروب سره‬
‫عادت شي او یا خو پخپله تش د انسان په څهره کې‬
‫مګر په میکروب واوړي‪ ،‬له سپږو سره دوست وي‪ ،‬چه کوم‬
‫آزار ترې نه ویني‪ .‬بلکه د ژوند په یوه برخه ئې واوړي‪.‬‬
‫لوڅې پوښې ئې له ازغیو سره آشنا شوې وي‪ .‬وجود ئې‬
‫په مینځلو کې صابون ونغواړي‪ ،‬بلکه صابون بد پرې‬
‫‪617 of 1205‬‬

‫ولګي‪ .‬لکه څرنګه چه د حیواناتو د خوشییو له بوی سره‬


‫نسل په نسل ال له وړکتوب څخه آموخته شوو باندې د‬
‫عطر خوشبوئی پردي وي‪ .‬همداسې دوی له علم‪ ،‬له پوهې‬
‫او له انساني پکر او ژوند څخه د ژوند په هره ساحه کې‬
‫لکه خوراک‪ ،‬لکه پوشاک‪ ،‬لکه کور‪ ،‬لکه وطن‪ ،‬لکه حق‪ ،‬لکه‬
‫دولت او دولت داري او ملي روح له ټولو پردي پردي لوی‬
‫شول او بیا په خپل خپل وخت مړه شول‪ .‬خو څومره چه د‬
‫ژوند د وقار په مقام پوه نشول همداسې د مرګ په مفهوم‬
‫هم پوه نشول‪ .‬چه که ئې بل واژه یا که په هماغه الر کې‬
‫پخپله وژل کیده‪ ،‬دا دواړه حاالتو کې دا یوازې جسمي‬
‫مرګ وو‪ .‬نه ئې روح او نه ئې پکر ورسره شریک وو‪ .‬چه‬
‫په خپل قام کې له وژلو او له دښمني څخه ئې منع کړي‬
‫او د یو بد حرکت په توګه ئې ومني او د هغه په ځای په‬
‫ګډه السونه سره یو کړي او په ګډه هم نفاق او هم فقر له‬
‫منځه ویسي‪ .‬او پدې پوه شي چه کوم بد بوی دی او کوم‬
‫ښه بوی او خوشبوئي؟ کوم انساني ژوند دی او کوم‬
‫حیواني؟‬
‫‪618 of 1205‬‬

‫مګر ال نن هم کال ‪۲۰۰۴‬م که د افغانستان د پایتخت‬


‫کوڅې له هر رنګه چټلیو او کثافاتو او د غولو له بوی نه‬
‫ډکې دي‪ ،‬چه د انساني روح د نه تکامل په واقعیت داللت‬
‫کوي او ددې هیواد د اوسیدونکو دننه په بطن کې د‬
‫"خمیرمائې" د پیژندنې واقعي څهره همدا ده‪ .‬نه هغه‬
‫ژبې چه غواړي یا د وطن ملي او یا انساني خبرې وکړي‬
‫چه بیرته په خپلو ژبو خپلې اصلي څهرې پټې کړي‪ .‬چه‬
‫دا د پټولو موضوع پخپله پخپل ذات کې د یو بد روح یو‬
‫بد تالش دی چه بیرته ئې همدا مخلوق یو داسې زوال ته‬
‫ورساوو چه اوس خپل سر‪ ،‬مال او ناموس ساتلی نشي‪.‬‬
‫پدې علت چه د کابل په ښار کې کوڅه کوڅه په کوڅه‪،‬‬
‫قام په قام او حزب په حزب جنګونه تیر شوي دي او دې‬
‫مخلوق خپل دننه هر څه په غال کولو په وژلو او په شکنجه‬
‫کولو او په ناموس د تجاوزونو او په هغو کارونو ښکاره‬
‫کړل چه ددوی په دننه په پیړیو پټ پراته وو‪ .‬مګر له خپلو‬
‫شرطونو سره میدان ته ووتل‪ .‬دا شرطونه د جنګ شرطونه‬
‫وو او د جنګ شرطونه او د غال آرمانونه د همدوی په دننه‬
‫کې پراته وو چه له یو بل څخه بیزاري او له دولت څخه د‬
‫تیرو پیړیو پاته په سینو کې د ظلمونو په ضد له ذخیره‬
‫‪619 of 1205‬‬

‫شوي کین او انتقام له غوصو څخه پورته شوې ملبې له‬


‫‪۱۹۹۲‬م څخه تر ‪۱۹۹۶‬م د طالبانو تر راتلو پورې پدې‬
‫آواز په کابل کې تیتې شولې چه‪" :‬بسوزان که از دولت‬
‫است“‪.‬‬
‫او کله چه تر موزیم‪ ،‬شفاخانو‪ ،‬پوهنتون او د برق د‬
‫سیمونو او کیبلونو تر غال او چور پورې خولې لګیدلې‪ ،‬دا‬
‫د یو ځانور څهره وه چه د لیونتیا د حالت او د جنون تر‬
‫سرحده په السو کې ماشیندارې او د اوګو په سر‬
‫راکټونو او په اوږدو اوږدو خیرنو ګیرو او خیرنو کالیو‪،‬‬
‫پکولونه په سر او په ډارونکو منډو د مرګ په تهدید او‬
‫پدې غږ چه‪" :‬ببر که از دولت است!“‪ .‬هر څه چور کیدل‬
‫او په راکټونو ویشتل کیدل او په کابل کې د پیړیو ذخیره‬
‫شوي حرام سوزیدل او نړیدل‪.‬‬
‫انسان ته دا پکر پیدا کیده چه آیا دا د ذخیره‬
‫شوو د پیړیو ظلمونو او جرمونو له دننه څخه پورته شوې‬
‫ملبې دي؟ چه اوس دادی په خپل ځان خولې لګوي؟‬
‫ړنګونکی هم یو مجرم او ظالم وو او ړنګ شوی هم حرام‬
‫وو‪.‬‬
‫‪620 of 1205‬‬

‫دلته پدې هیواد کې پاچایانو هم "ورور‪ ،‬پالر او وراره" یو‬


‫بل د اقتدار پخاطر وژلي وو‪ .‬او په کلیو کې هم یو د بل‬
‫وژل یو فخر وو او غیرت وو‪ .‬او دا د افغانانو په نوم یاد‬
‫شوی یو مخلوق یو واقعیت وو‪ .‬او په رعیت کې د قامي‬
‫دښمنیو رواج بیرته د افغانستان د خپل وخت د پاچایانو‬
‫له خوا تشویق کیده او د پاچا الس ته د یو چا په وژل‬
‫کیدو پیسې ورتللې‪.‬‬
‫یو مثال به ئې د نورو ډیرو مثالونو تر څنګ د خپلو نیکونو‬
‫له یاداشتونو ولیکم چه د امیر دوست محمد خان د‬
‫پاچاهي مرحله وه‪:‬‬

‫”کله چه زما د هغې زمانې غور نیکه د خپل قام دوه‬


‫کسان پدې دلیل ووژل چه هغوی غوښتل چه د قام د‬
‫مشري او خاني هوس وکړي او د یو رقیب په توګه پاڅي‬
‫نو ئې وواژه‪ .‬او بل ئې پدې دلیل وواژه چه زما د نیکه له‬
‫خاني څخه ئې بی اطاعتي کړې وه‪ .‬نو د وژلو نرخ ئې‬
‫امیر دوست محمد خان مخې ته د کابل په باالحصار کې‬
‫چه د پاچاهي دربار به ئې کاوو کیښود‪ .‬مګر امیر دوست‬
‫محمد خان پدې خبرې مخاطب کړ چه‪) :‬دا خو ‪۵۰۰۰‬‬
‫‪621 of 1205‬‬

‫کابلۍ روپۍ دي چه یوازې د یوه نفر دي‪ ،‬مګر زه خبر‬


‫شوی یم چه تا دوه نفره وژلي دي! نو که د دوهم نفر نرخ‬
‫هم رانکړې زه مجبور یم چه ماسل درولیږم!(‪ .‬زما نیکه‬
‫څه ویلي نه وو‪ ،‬مګر بیرته امیر دوست محمد خان چه‬
‫نصوار ئې کول‪ ،‬یو خوله نصوار خپلې خولې ته آچولي‬
‫وو او بیا ئې ورته ویلي وو چه‪) :‬ستا د سپین آس په‬
‫هکله ماته خبرونه راغلي دي‪ ،‬نو له هغه نه ته الس واخله‬
‫او زه به له نورو ‪ ۵۰۰۰‬کابلي روپیو الس واخلم!(‪ .‬او پدې‬
‫توګه معامله سر ته رسیدلې وه“‪.‬‬
‫مګر زما غور نیکه یو بل رقیب هم په نښه کړی وو‬
‫چه کله ئې له وژلو مخکې د امیر دوست محمد خان له‬
‫وزیر سره خبره مطرح کړې وه‪ ،‬نو نوموړي وزیر ورته‬
‫ویلي وو چه‪:‬‬
‫”زه پدې هفته کې د امیر له خوا برطانوي هند ته د‬
‫یو پیغام وړلو وظیفه لرم او ژمی هم رارسیدلی دی‪ .‬نو ته‬
‫داسې وکړه چه زما کور ته‪ :‬غوړي‪ ،‬کُرت‪ ۱۲ ،‬پسونه د‬
‫الندي په خاطر او وریجې واستوه‪ ،‬بیا چه څومره دښمنان‬
‫لرې له منځه ئې یوسه‪ .‬تر هغو چه زه د امیر په دربار‬
‫کې یم ستا راپور به هیڅکله امیر ته وړاندې نشي …“‪.‬‬
‫‪622 of 1205‬‬

‫دې رنګه پاچایانو او دې رنګه افغانانو دواړو نه‬


‫کوم ملي احساس او مسئولیت درلود او نه هم کوم د‬
‫دولت او د قانون په نوم په نظم تړل شوي وو‪ .‬چه دا ثابته‬
‫کړي چه په افغانستان کې پاچا شته چه په قانون نظارت‬
‫کوي او قانون د قاتالنو مخه نیسي‪ .‬بلکه دا پاچایان وو‬
‫چه جرمونه ئې تشویقول او په قامونو کې دښمنیو زور‬
‫نیوو‪ .‬دارنګه فامیلي او قامي دښمنیو له بل هر چا نه‬
‫ملړی د پاچایانو په فامیل او قام کې د نفاق اورونه بلول‪.‬‬
‫کله چه شاه زمان د یو راپور له مخې چه کله د پاچاهي‬
‫په تخت کشیناست‪ ،‬د خپل ابدالي قام د محمدزي د یو‬
‫مشهور او منلي مشر او سپین ګیري سر وواهه‪ ،‬چه‬
‫”پاینده محمد خان" نومیده‪ .‬دوی د یوه ابدال اوالده وه‬
‫چه له زامنو څخه ئې "سدو خان" او "محمد خان" یوه‬
‫وینه وه‪ .‬چه بیا په همدې دلیل د "سدوزیو" او د "محمد‬
‫زیو" تر منځ د انتقام آخستلو نفاق د سدوزي شاهي‬
‫کورنۍ پاچایان له تخت څخه کوز کړل او ځای ئې د‬
‫محمدزیو د قام شاهي کورنۍ ونیوله‪ .‬چه دې رنګه د‬
‫شاهي کورنۍ تر منځه نفاق په نورو قامونو کې هم‬
‫دښمنۍ تازه کړلې‪ .‬پدې مانا چه د نورو پښتنو قامونو‬
‫‪623 of 1205‬‬

‫دننه هر خان او د قام مشر که د شاهي کورنۍ د یو‬


‫غړي طرفداري کوله چه که پاچاهي ته ورسیږي‪ ،‬چه بیا‬
‫دا خان وکړای شي چه په خپل قام کې له خپل قامي‬
‫دښمن څخه انتقام واخلي او هغه ووژني‪ .‬چه همداسې‬
‫هم وشول او دې نفاق چه هم د شاهي کورنۍ د غړو تر‬
‫منځ وو او هم ئې ریښې د نورو پښتنو قامونو په منځ کې‬
‫هم غځیدلې وې له یوې پیړۍ زیات یې دا هیواد په اور‬
‫واړاوو‪.‬‬
‫او بیا چه دولت خپل حاکمان په والیاتو کې مقررول‬
‫نو هدف پکې د هغې اولسوالي د خلکو لپاره د امنیت او‬
‫نظم د عادل سیستم د جوړولو نه وو‪ ،‬بلکه په افغانستان‬
‫کې برعکس څومره به چه په اولس د مختلفو انګیزو له‬
‫کبله نفاق او دښمنۍ او النجې وې‪ ،‬نو د هغې سیمې د‬
‫حاکم او د قاضي او نورو دولتي مامورینو پکې ګټې وې‪.‬‬
‫ځکه چه هم به له مدعي څخه رشوت آخستل کیده چه‬
‫حکومت ئې په ادعا شوې موضوع کې مالتړ وکړي‪ .‬او‬
‫مدعي خپل هدف وګټي او هم به په هغه چا چه عرض‬
‫شوی وو له هماغه مدعي علیه څخه رشوت آخستل کیده‪.‬‬
‫دا رنګه د حرامو د الس ته راوړنې امکانات په النجو او‬
‫‪624 of 1205‬‬

‫دښمنیو کې امکان پذیر وو نه چه په امنیت کې وي‪ .‬او د‬


‫دولت د ماموریت مفهوم یو منل شوی د رشوت له الرې د‬
‫پیسو د ګټلو مفهوم وو‪ ،‬چه حتی داسې یو حاکم یا‬
‫قاضي او یا بل دولتي مامور ته به په ډیر فخر خپل پالر‬
‫او مور په خپل فامیل کې د "ګټیالي زوی" خطاب کاوو‪.‬‬
‫او برعکس که په زرو کسانو کې به د دولت کوم یو نفر‬
‫مامور د رشوت حرام نخوړل‪ ،‬نو ملړي به ئې په خپل‬
‫فامیل کې پیغور لید چه کورته ګټه نه راوړي‪.‬‬
‫اصلي مطلب زموږ افغانانو د خپل ځان پیژندنه ده‬
‫چه که پاچا وو هم افغان وو او که ګدا وو هم افغان وو‬
‫او دواړو د پردي اسالم د جهالت او د خرافاتو ښکار‬
‫شوي وو او غالمان وو‪ .‬او هر یو په خپل خپل فرصت غله‬
‫وو او هر یو په خپل خپل نوبت ظالم وو او ټول د اسالم د‬
‫تظاهر په پوښ کې مصئون ګرزیدل‪ .‬د ټولو دا عقیده وه‬
‫چه کله توبه اوباسي‪ ،‬نو بښل کیږي‪ .‬او که وکړای شي‬
‫چه حج ته والړ شي‪ ،‬نو بلکل پاکیږي او هرڅه به لکه تیر‬
‫په هیر وي‪ .‬اسالم دغه د اخالقي انارشي الره هر‬
‫مسلمان ته خالصه کړې وه‪ .‬او زمونږ د ژوند په ریښه‬
‫کې چه کله د اسالم شریعت ځای نیولی وو‪ ،‬نو له خپل‬
‫‪625 of 1205‬‬

‫انساني روح نه د پردي کیدلو له اخالقي زوال سره مخ‬


‫شولو‪ .‬آن تر دې چه پدې اسالمي هیواد کې هغه شخص‬
‫مجرم وو چه د اسالم جرمونه ئې نه منل‪.‬‬
‫د زوال علت همدا وو چه زمونږ د ژوند په هره برخه‬
‫کې بیرته په جرمونو آووښتل او زمونږ د ژوند ټول رګونه‬
‫له همداسې جرمونو ډک شول‪ ،‬چه مونږ مسلمانانو ئې‬
‫عبادت کاوو او مونږ د الهي دین په سترګه ورته کتل‪ .‬په‬
‫نتیجه کې مونږ د صداقت د اخالقي فضایلو شخصیت‬
‫په خپله د اسالم د جرمونو په منلو خپل همدا اخالقي‬
‫شخصیت له منځه ویووړ‪ .‬او د خپل انساني روح پخپله‬
‫دښمنان شولو او دې سرچپه تګ به بیرته د زوال نقطې‬
‫ته خامخا رسولو‪.‬‬
‫د دې رنګه زوال نښې ملړی زمونږ په پاچایانو کې‬
‫ښکاره شولې چه د یو او بل په نابودولو په همدې علت په‬
‫ټول هیواد کې د پاچا ګردیشي او د بې امنیتي بحران‬
‫چه د یو حیواني ژوند قانون ال ډیر د ژوند په هره برخه او‬
‫هر رنګه حاالتو کې زمونږ د ورانونکي ذهنیت ریښې د‬
‫هیواد په وجود کې وځغلولې‪ .‬چه څومره مونږ له خپل‬
‫‪626 of 1205‬‬

‫انساني روح نه پردي شوي وو‪ ،‬همداسې وطن هم مونږ‬


‫ته پردی وو‪.‬‬
‫دا د سدوزي شاهي خاندان تر خپلو منځو جنګونه‬
‫چه کله له محمدزي خاندان سره په جنګونو بدل شول او‬
‫د سدوزیو آخري پاچا "شاه شجاع" چه کله د کابل د‬
‫باالحصآر په ملنه کې ووژل شو‪ ،‬نو د محمدزي خاندان‬
‫ملړني امیر "امیر دوست محمد خان" پاچاهي وګټله‪ .‬او‬
‫له ‪۱۸۴۲‬م څخه بیا تر ‪۱۹۷۸‬و" کمونستي کودتا پورې د‬
‫محمد زي شاهي خاندان پاچاهۍ وکړلې‪ ،‬خو بیا هم د‬
‫دوی فامیلي غړو تر منځه تخت آرام ونه موند‪ .‬او له امیر‬
‫دوست محمد خان نه وروسته د دوی د زمنو تر منځ‬
‫جنګونه رامنځ ته شول‪ .‬او دا یوازنی امیر وو چه په هرات‬
‫کې د هرات د فتحې په هغه سبا په خپل مرګ مړ شو او‬
‫همالته د خواجه عبداهلل انصاري په ادیره کې د نوموړي‬
‫خواجه پوښو ته خاورو ته وسپارل شو‪ .‬پدې آرمان چه دا‬
‫په خټه عرب خواجه به ئې په بښلو په هغې بلې دنیا کې‬
‫کومک وکړي چه عرب وو‪ .‬دا له خپل اخالقي باور څخه د‬
‫بیګانه توب او د معنوي زوال بارز مثال دی چه په‬
‫افغانستان کې د عربو پوښو ته د پناه وړلو حتی وروسته‬
‫‪627 of 1205‬‬

‫له مرګ نه هم د یو غالمي او د بنده د بندګي د فرهنګ‬


‫ریښې دي چه ځغلیدلي دي‪ .‬لکه څرنګه چه په کابل کې د‬
‫یو قاتل عرب "د شهدای صالحین" په نوم د قبر پوښو ته‬
‫د ځمکې هره خوا د افغان مسلمانانو په قبرونو ډکه شوې‬
‫ده‪ .‬چه یو وخت هماغه ځمکه کې یو ښکلی باغ جوړ‬
‫شوی وو‪ ،‬مګر هغه باغ له منځه ویوړل شو او هر چا په‬
‫کابل کې خپل مړي د یو قاتل عرب پوښو ته وروړل چه‬
‫خاورو ته وسپارل شول‪.‬‬
‫او زمونږ د پاچایانو له جملې څخه امیرشیرعلي خان‬
‫هم او بل د امیر دوست محمد خان زوی "وزیر محمد‬
‫اکبر خان" هم په خپلو وصیتونو خپل قبرونه د مزار د‬
‫ښار د "علي" په نوم د یو قاتل عرب د مزار خواته د‬
‫ښخولو آرمان ته ورسیدل‪ .‬همداسې د ډیرو دولتي کسانو‬
‫مړي په غزني کې خاورو ته د هغوی د وصیتونو له مخې‬
‫سپارل شوي دي‪ ،‬پدې دلیل چه هم د ستر مجاهد‬
‫سلطان محمود قبر همالته په غزني کې دی او هم له‬
‫همدې غزني څخه اسالم د جهاد په توره په ملړي ځل هند‬
‫ته ویوړل شو‪ .‬خو په کابل کې د شهدای صالحین د قبر‬
‫شاوخوا ځمکې حتی په پیسو واخستل شولې چه بیا د‬
‫‪628 of 1205‬‬

‫کابل اوسیدونکو خپل مړي پکې خاورو ته وسپارل‪ .‬دا‬


‫مثال او نور مثالونه د فارسي ژبې په متل چه‪" :‬مشت‬
‫نمونه خروار است" د افغانانو د "دروني جهان او‬
‫خمیرې" د پیژندنې په منظور چه کله په وخت ذکر کیږي‪،‬‬
‫پدې مطلب چه بالخره افغان او اسالم وپیژنو‪ ،‬چه اسالم‬
‫په افغانستان له خپلو غالمانو څرنګه یو مخلوق جوړ کړی‬
‫دی‪ .‬او څرنګه ئې خپل انساني او لوی اخالقي جهان‬
‫پدوی په دننه دننه کې وران کړی دی!؟‬

‫***‬
‫‪629 of 1205‬‬

‫شپږمه برخه‬
‫‪630 of 1205‬‬

‫د محمدزيو په کلونو کې …‬

‫په هرات کې د امیر دوست محمد خان له مرګ نه وروسته‬


‫د تخت په سر النجې پیدا شولې‪ ،‬چه په واقعیت کې‬
‫”شهزاده شیرعلي خان“ د تخت وارث وو او د امیر دوست‬
‫محمد خان رضایت هم په نوموړي شهزاده وو‪ .‬مګر امیر‬
‫لکه د افغانستان د نورو پاچایانو په څیر ډیرې ښځې‬
‫درلودلې او په نتیجه کې سکه او ناسکه زمن ترې پاته وو‪.‬‬
‫نو د امیر مشر زوی "محمد افضل خان" او د هغه سکنی‬
‫ورور ”محمد اعظم خان“ چه د زُرمتۍ له مور څخه وو او‬
‫په قام څکمنۍ وه‪ ،‬د شهزاده شیرعلي خان په پاچائي‬
‫نارضایتي وښودله‪ .‬خصوصا َ محمد اعظم خان چه هم په‬
‫روحي او هم په اخالقي اړخ یو فاسد او ظالم خویه فریب‬
‫کاره انسان وو‪ ،‬علني مخالفت شروع کړ‪ .‬پداسې حال کې‬
‫چه د هرات مخورو قامي مشرانو او قوماندانانو په‬
‫شهزاده شیرعلي خان په هرات کې د پاچا کیدو رضایت‬
‫حاصل کړ او د پاچاهي د مبارکي ویلو مراسم هم سرته‬
‫ورسیدل‪.‬‬
‫‪631 of 1205‬‬

‫پدې وخت کې "محمد افضل خان" چه د افغاني‬


‫ترکستان حکمران وو‪ ،‬چه بلخ‪ ،‬بغالن‪ ،‬میمنه‪ ،‬تخار‪ ،‬کندز‪،‬‬
‫بدخشان او شبرغان ټول په همدې "افغانی ترکستان" کې‬
‫داخل وو‪ .‬مګر محمد افضل خان ظاهرا ً په خوله چُپ وو‪،‬‬
‫پدې مانا چه د خپل ناسکه کشر ورور "امیرشیرعلي خان"‬
‫پاچاهي ئې منلې وه‪ .‬مګر دا خاموشي هم د محمد اعظم‬
‫خان له خوا او هم د محمد امین خان له خوا ماته شوله او‬
‫امیر شیرعلي خان ته ئې د جنګ سرګرداني پیدا کړه‪ .‬چه‬
‫بالخره د امیر زوی "محمد علي" او د امیر ورور "محمد‬
‫امین" تر منځ جنګ د زابل په سیمه کې پیښ شو‪ .‬چه‬
‫دواړه زوی او ورور یې له منځه ویوړل‪ .‬دواړه په مخامخ‬
‫جنګ کې د تورو په زخمونو له آسونو ولویدل او دواړو ساه‬
‫ورکړه‪.‬‬
‫د خپل ګران زوی په مرګ امیر هومره خپه او له شاک‬
‫الندې راغی چه سمدستي لیونی شو او په کندهار کې د‬
‫”خرقې“ نومي زیارت دننه عمارت ته ننوت او درۍ میاشتې‬
‫په هماغه تیاره کې په کوکو او ژړاوو ناست وو‪ .‬دا هغه‬
‫فرصت هم وو چه د محمد افضل خان زوی "شهزاده‬
‫‪632 of 1205‬‬

‫عبدالرحمن خان" ته پیدا شو او پاچاهي ئې د خپل پالر‬


‫لپاره وګټله‪ .‬چه بیا دوه کاله وروسته امیر شوی محمد‬
‫افصل خان مړ شو او په ځای ئې ورور "محمد اعظم‬
‫خان" پاچا شو‪ .‬مګر باالخره د امیر شیرعلي خان سد‬
‫سرته ورغلی وو او په مقابله ئې پیل وکړ‪ ،‬چه بیا د "امیر‬
‫محمد اعظم خان“ لښکرې ئې د خروار د سیمې په "زنه‬
‫خان" ځای کې د ژمي په موسم ماتې کړې او د امیر‬
‫محمد اعظم خان یونیم کلنه پاچاهي پای ته ورسیدله‪.‬‬
‫دوی دواړه "امیر محمد اعظم خان او شهزاده‬
‫عبدالرحمن خان" د افغانستان جنوب شرقي خوا ته تیښته‬
‫وکړه‪ .‬چه د جنوبي وزیرستان او بیا د سیستان له الرې‬
‫ایران ته واووښتل‪ .‬چه همدا ماجرا پخپله د امیر‬
‫عبدالرحمن خان د یاداشتونو په مجموعه کې ”تاج‬
‫التواریخ“ نومي کتاب کې په تفصیل لیکل شوي دي‪ .‬خو‬
‫هلته محمد اعظم خان د تهران الره ونیوله او شهزاده‬
‫عبدالرحمن خان د مروې له الرې ځان د تزاري امپراطوری‬
‫له حاکمیت الندې ترکستان ته ورساوو‪ .‬او د تزاري‬
‫امپراطوری له خوا په کال کې ‪ ۱۱۰۰۰‬سوم پیسې ورته‬
‫‪633 of 1205‬‬

‫وټاکل شولې چه ‪ ۱۱‬کاله په تبعید کې‪ ،‬کله په بخارا‪ ،‬کله په‬


‫سمرقند او کله د نني تاجکستان په بدخشان کې کلونه تیر‬
‫کړل‪ .‬او همالته ئې یوه بدخشۍ ښځه هم وکړه چه د‬
‫”حبیب اهلل“ په نوم د زوی خاوند هم شو‪.‬‬
‫مګر محمد اعظم خان د مشهد او تهران په الره کې په‬
‫ناروغی دچار شو او ډیر ژر په الره کې مړ شو او همالته‬
‫خاورو ته وسپارل شو‪ .‬پدې توګه د امیرشیرعلي خان‬
‫پاچاهي دوه مرحلې درلودلې چه د امیر دوست محمد خان‬
‫له مړینې وروسته له دریو کالو پاچاهي سره ئې بیا تخت‬
‫دری کاله له السه اووت او بیا په کال ‪۱۸۶۹‬م کې تکرار‬
‫پاچا شو او تر کال ‪۱۸۷۹‬م پورې په تخت ناست وو‪ .‬او په‬
‫همدغه کال په مزار کې مړ شو‪” ،‬د زهرو په وسیله او‬
‫کورنۍ دسیسه“‪ .‬او هم د افغان‪ -‬انګلیس دوهم جنګ په‬
‫همدغه کال کې وو‪.‬‬
‫د امیرشیرعلي خان له مرګ نه وروسته د هغه زوی‬
‫شهزاده محمد یعقوب خان چه "د پښتنې مور‪ ،‬په قام‬
‫مهمنده وه" او د امیر په وخت کې چه کله د هرات حکمران‬
‫وو او بیا ئې خپل پالر سره د تخت د وراثت په سر النجه‬
‫‪634 of 1205‬‬

‫او جنګ پیدا شو‪ .‬نوموړی شهزاده ونیول شو او د کابل د‬


‫باالحصار په زندان کې پداسې خونه کې واچول شو چه د‬
‫امیر په غضب ناکه فرمان ئې د زندان د خونې هره خوا په‬
‫خښتو داسې وتړل شولې چه امیر امر کړی وو چه د ملر‬
‫سترګه ونه ویني‪ .‬او ځوان شهزاده یعقوب خان شپږ کاله‬
‫په هماغه توره تیاره خونه کې که ژوندی هم پاته شو‪ ،‬مګر‬
‫خپل ټول اعصاب ئې له السه ورکړي وو‪ .‬شپږ کاله ئې‬
‫هره شپه او ورځ پدې ډار تیر کړي وو چه یا به په ډوډۍ‬
‫کې زهر ورکړل شي او یا به ئې خونې ته جالدان‬
‫ورننوځي‪ .‬نو کله چه د کابل په باالحصار کې په تخت‬
‫کشیناست د ډار او لیونتیا پوره نښې پکې وې‪ .‬چه د‬
‫”افغان ‪ -‬انګلیس" د جنګ بار ئې هم په اوږو ولوید او‬
‫انګلیسانو پوښتنه ترې کوله چه په باالحصار کې د وژل‬
‫شوو انګلیسي نمایندګانو قاتالن باید په الس ورکړي‪ .‬د‬
‫همدې سیاسي فشارونو سبب هم وو چه د یو کال‬
‫پاچاهي له پوره کیدو څخه د انګلیسانو په وسیله برطانوي‬
‫هند ته تبعید کړل شو‪.‬‬
‫‪635 of 1205‬‬

‫پدې توګه د پاچائی نوبت شهزاده عبدالرحمن خان‬


‫ته رارسیدلی وو‪ ،‬چه یولس کاله په منځنۍ آسیا کې ئې د‬
‫تبعید کلونه تیر کړل او په کال ‪۱۸۸۰‬م د آګست د میاشت‬
‫په ملړیو شپو کې په کابل کې پاچاهي ئې اعالن شوله‪.‬‬

‫د تاریخ تر دې ځایه که یو لنډ نظر له کابل نه بهر د‬


‫نني افغانستان د سیمو اوسیدونکو په ژوند واچول شي‬
‫پدې منظور چه د امیرعبدالرحمن خان د پاچائي په زمانه‬
‫کې‪ ،‬دې امیر له کومو سیمو څخه مالیه آخستله‪ .‬دا ځکه‬
‫چه خبره د افغانستان د نفوس ده چه له دریو تر څلورو‬
‫میلونو پورې ئې اټکل شوی‪ .‬د مثال په توګه د نني "لوګر"‬
‫د والیت نفوس ټول تر ‪ ۳ - ۲‬زره اټکل کیږي‪ .‬بیا هم په‬
‫همدې والیت کې چه کله محمد افضل خان د عبدالرحمن‬
‫خان پالر دوه کاله پاچائي کوله‪ ،‬نو خپل ورور محمد اعظم‬
‫خان ئې د لوګر د والیت حکمران مقرر کړ چه اوس اوس‬
‫پدې والیت کې د "تاجک قام" د پښتنو د قام او هندوانو تر‬
‫څنګ تیت شوي وو‪ .‬د لوګر د والیت "برکي راجان" د‬
‫سلطان محمود له خوا له هند څخه د راوستل شوو اسیرانو‬
‫‪636 of 1205‬‬

‫لپاره ځای وو او هندوان پکې میشته شوي وو‪ .‬دې‬


‫هندوانو حتی له "بابر پاچا" څخه ئې د سجاوڼ د معبدونو‬
‫چه د "یعقوب لیث صفاري" له خوا ړنګ شوي وو‪ ،‬د‬
‫دوباره آبادولو آرزو کړې وه او هم د برکي راجان بودیست‬
‫پیروانو د لوګر د څرخ د سیمې او هم د "پادخواب شانه"‬
‫د سیمې له معبدونو سره په ارتباط کې وو‪ .‬مګر بیا د‬
‫ابدالي احمد شاه له خوا ډیر عرب او د تاجک قام د برکي‬
‫راجان سمسورې سیمې ته د میشته کیدو او د اسالم د‬
‫ټینګیدو په خاطر واستول شول‪.‬‬
‫د "تیمور شاه" د پاچاهي په زمانه کې یو کال د نني‬
‫پاکستان د "سند" د خلکو له خوا د مالیې په نه ورکولو او‬
‫همالته د "بهاول خان" په نومي یو عرب د خپلواکي او‬
‫استقالل طلبي احتجاح وشو‪ .‬په همدې علت تیمورشاه د‬
‫لوی پوځ په سر کې د هغو خلکو د سرکوبولو په مقصد‬
‫رهي شو او د بهاول خان عسکري چوڼۍ ئې په یو‬
‫ریګستان کې په توپونو ووېیشتله‪ .‬د چوڼۍ دننه باروتو اور‬
‫واخیست‪ .‬بهاول خان اطاعت وکړ او مالیې ورکولو ته‬
‫مجبور کړل شو‪ .‬نو له هغه ځایه ئې چه "اوس په بهاولپور“‬
‫‪637 of 1205‬‬

‫یادیږي ال له هغې زمانې پاته عربان ئې افغانستان ته په‬


‫کډه کولو مجبور کړل‪ .‬کوم چه هغه عربان د “محمد بن‬
‫قاسم" نومي عرب له زمانې نه همالته پاته وو‪ ،‬چه ئې‬
‫همدا سیمې او د ملتان ښار فتحه کړی وو‪ .‬تیمور شاه دا‬
‫عربان د لوګر د والیت د "کلنګار" په سیمه کې میشته کړل‬
‫چه نن دا خلک په ”خواجه ګانو" یادیږي‪ .‬د امیر‬
‫عبدالرحمن د پاچاهي په زمانه کې ئې نفوس ال ډیر زیات‬
‫شوی نه وو‪ .‬مګر هغوی چه د برکي راجان سیمې ته‬
‫واستول شول او میشته شول‪ ،‬هغو عربو ځانونه د ”محمد"‬
‫نومي عرب نسب وګڼل او په "سیدانو" ئې ځانونه معرفي‬
‫کړل‪ .‬بهترین ځایونه ئې خپل کړل‪ .‬او هغوی چه خواجه‬
‫نومي عرب وو ددوی د نومونو له مخې د تاجکستان د‬
‫هیواد په دننه کې هم همدا عرب په "خواجګانو" یادیدل او‬
‫ځانونه ئې د هغو سیمو له اصلي اوسیدونکو تاجکانو‬
‫څخه لوړ او بر ګڼل‪ .‬چه ګویا دا دوی وو چه دغو هیوادونو‬
‫ته ئې د اسالم مبارک دین راوړی دی‪ .‬نه چه د یو ملي او‬
‫انساني منطق لدې واقعیت او اخالقي قیام سره دوی مخ‬
‫شي چه " تاسې جنایت کاران او غله یاست چه باید د‬
‫‪638 of 1205‬‬

‫تاریخ او بشریت په وړاندې حتما َ محاکمه ش” چه یوه‬


‫ورځ نه یوه ورځ به همدا اخالقي قیام ولیدل شي !"‪ .‬او‬
‫یقینا ً چه همداسې به وشي‪ ،‬چه د خدای په نوم تاسې‬
‫څومره بیګناه خلک وژلي دي او څومره کورونه او سرومال‬
‫او ناموس مو چور کړي دي‪.‬‬
‫په هماغه د لوګر د والیت په پښتني سیمه کې اکثره‬
‫هغه غلجي میشته وو چه کله نادر افشار د غلجیو په ټکولو‬
‫پسې له ایران څخه راووت‪ ،‬نو د غلجي قام مخې ته‬
‫تیښتې‪ ،‬مهاجرتونه او ستونځې پریوتلې‪ .‬هره خوا د‬
‫نادرافشار او د هغه د مالتړي ابدالي قام له السه‬
‫سرګردانه شول‪ .‬چه بیا دا په لوی اکثریت د کوچي‬
‫غلجیانو له جملې څخه د ”ستانیکزي“ قام په نوم د لوګر‬
‫والیت ځمکو ته کوز شول او هلته میشته شول‪ .‬د مالیې د‬
‫اخستلو په وخت کې به پښتنو ته "افغانیه" او فارسي ژبو‬
‫ته به "تاجکیه" ویل کیدل‪ .‬دا د غلجي د لوی قام مختلفې‬
‫پوښې په مطلق اکثریت کوچیان وو‪ ،‬چه ډیره لږه برخه ئې‬
‫په ځمکو کې میشته شول او د زراعت الره ئې ونیوله‪ ،‬کلي‬
‫او کورونه ئې جوړ کړل‪ .‬مګر پدې نوي ژوند او مرحله کې‬
‫‪639 of 1205‬‬

‫بیرته ددوی تر منځه د قام په مشري او په خاني جنګونه‬


‫او دښمنۍ هم پیل شولې‪ .‬د محمد اعظم خان د حکمراني‬
‫په وخت کې د وژلو او انتقام آخستلو دښمنۍ بیرته د‬
‫محمد اعظم خان له خوا تشویق کړل شولې‪ ،‬پدې علت چه‬
‫د قام مخالف مشرانو ته به ئې جال جال ویل چه "ته کولی‬
‫شې چه خپل دښمن ووژنې‪ ،‬زه به تا تعقیب نکړم“‪ .‬مانا دا‬
‫چه هغه پیسې به له تا څخه وانخلم چه د قتل نرخ ‪۵۰۰۰‬‬
‫روپۍ دي‪ .‬مګر دا د محمد اعظم خان چل وو چه قاتالن به‬
‫ئې هومره له شدید تهدید او تعقیب الندې راوستل چه دوه‬
‫چنده پیسې به ئې تر السه کولې‪ .‬یو ځل ئې له خولې وتلې‬
‫وه چه‪" :‬د ټول لوګر ځمکه به له اوسیدونکو خالي کړم‪.‬‬
‫ماته د ‪ ۲‬یا ‪ ۳‬زرو نفرو وژل هیڅ شی نه ښکاري“‪ .‬او د‬
‫لوګر د والیت جنوب ته په همدغه زمانه کې نور پښتانه هم‬
‫اوسیدل چه دا د پکتیا والیت وو‪ .‬د پکتیا د والیت له‬
‫اوسیدونکو څخه مقصد درۍ مهم قامونه وو چه په غرونو‬
‫کې اوسیدل‪" .‬ځدراڼ‪ ،‬منګل‪ ،‬او د ځاځیو قام“‪ .‬نفوس ئې‬
‫بیا هم ډیر کم وو چه مرکز ئې ګردیز وو‪ .‬له مرکز کابل‬
‫څخه تر خوست پورې یوه نرۍ الره جوړه شوې وه چه له‬
‫‪640 of 1205‬‬

‫دوو کوتلونو څخه تیریدله‪ .‬یو کوتل د "التمور کوتل" وو چه‬


‫په ”تیرې کنډو“ هم یادیده او دوهم کوتل د "ځدراڼو په‬
‫غرنۍ سیمه کې د سټو کنډو" په نوم یادیده‪ .‬د پکتیا د‬
‫سیمې جګ غرونه ټول له ګڼو شنو ځنګلونو ډک وو‪ ،‬چه‬
‫همدا قامونه پکې اوسیدل‪ .‬مګر دا په تاریخي ماخذونو کې‬
‫معلومه نشوله چه دا قامونه پخوا چیرته اوسیدل؟ او څه‬
‫وخت د پکتیا په غرونو کې میشته شول؟ او له اسالم نه‬
‫پخوا د دوی عقیدې څه وې؟ یوازې د ځاځي قام د مشرانو‬
‫له خولو څخه آوریدل شوي دي چه "زمونږ ریښه د ترک له‬
‫قام څخه ده“‪.‬‬
‫لکه څرنګه چه د غزني او د زابل د والیاتو او پراخو‬
‫سیمو اوسیدونکو غلجي پښتنو نومونه په ملړي ځل د‬
‫سلطان محمود د جهاد په زمانه کې ښکاره شول‪ ،‬چه دا‬
‫په مطلق اکثریت کوچي غلجیو له سلطان محمود سره د‬
‫هند په نیولو او په جهاد او ورانولو کې برخه واخستله‪.‬‬
‫همداسې په ملړي ځل د پکتیا د قامونو نوم د اورنګزیب د‬
‫پاچاهي په مرحله کې پداسې حالت واخستل شو چه د‬
‫اورنګ زیب یو زوی له ډهلي څخه د کابل د صوبې صوبه‬
‫‪641 of 1205‬‬

‫دار او واکمن مقرر کړل شوی وو‪ .‬او د همدې واکمن یو‬
‫دولتي ډله چه کله له خوست نه کابل ته راتله په الره کې ئې‬
‫د قافلې ټول شیان چور او پخپله هغوی یولس نفره ووژل‬
‫شول‪ ،‬چه دا الره د ځدراڼو له سیمې تیریدله‪ .‬بیا د کابل‬
‫واکمنانو به همیشه د دغو قامونو مشرانو ته د الرې د‬
‫امنیت ساتلو په منظور پیسې ورکولې‪ .‬چه همدا کار د‬
‫خیبر د درې د اوسیدونکو پښتنو مشرانو سره هم کیده چه‬
‫معاشونه ورته مقرر کړل شوي وو‪ .‬او بیا ددې پیسو او‬
‫معاش ورکولو عادت دننه په افغانستان کې د مختلفو‬
‫قامونو تر منځه تر ننه پاته شو‪.‬‬
‫خصوصا َ هغه مهم تاریخي جنګ چه د افغانانو او‬
‫انګلیسانو تر منځه "د افغان ‪ -‬انګلیس" د ملړي جنګ په‬
‫نوم یاد شو "‪۱۸۳۹‬م ‪۱۸۴۱ -‬م" یوازنی مهمه انګیزه ئې‬
‫همدا معاشونه وو‪ ،‬چه مشرانو له "شاه شجاع" او هم د‬
‫نوموړي له سیاسي صالح کار انګلیس "مکناټن" څخه ئې‬
‫غوښتل‪ .‬مګر د هند برطانوي مشر واکمن به تل له کابل‬
‫څخه د آستول شوو لیکونو او د قامونو مشرانو ته د هغوی‬
‫د معاشونو د ورکولو پیشنهادونه پدې دلیل ردول چه‪:‬‬
‫‪642 of 1205‬‬

‫”… نور مونږ نشو کوالی چه دا د معاش په نوم پیسې‬


‫تاسو ته درواستوو‪ .‬دومره زیاتې پیسې هم نلرو او هم‬
‫نغواړو چه وروسته لدې ئې منظور کړو ‪ ."! ...‬مګر د قام‬
‫مشرانو "میکناټن" ته څو ځله خبر واستاوو چه "مونږ له‬
‫تاسو انګریزانو سره هیڅ دښمني نلرو‪ ،‬تاسې په‬
‫افغانستان که اوس” او که نه اوس” هغه ستاسو واک‬
‫دی‪ .‬مګر مونږ خپل معاشونه غواړو او زمونږ یوازنۍ‬
‫غوښتنه همدا ده نه بل څه! ‪ .” ...‬خصوصا َ چه د‬
‫کوهستان "کاپیسا" د قام مشر "میر مسجدي خان" څو‬
‫ځله یو خصوصي احوال په همدې پیشنهاد میکناټن ته له‬
‫نورو خلکو پټ واستاوو‪ ،‬او په آخري ځل یې تهدید وکړ‬
‫چه ”که پیسې په وخت ورته ونه رسیږي نو کابل ته به اور‬
‫واچوي“‪ .‬الکن د میکناټن السونه د برطانوي هند له مشر‬
‫واکمن وایسرا څخه تړل شوي وو او څه ئې له السه نه‬
‫کیدل‪ .‬بله خوا په باالحصار کې ناست شاه شجاع به هم‬
‫د قام مشرانو ته د زاریو په ژبه ویل "چه زه پیسې نلرم او‬
‫پخپله زه تش په باالحصار کې پاچا یم‪ ،‬زه تاسو ته‬
‫ستاسو معاشونه نشم درکولی ! ‪ ."...‬نو کله چه قامي‬
‫‪643 of 1205‬‬

‫مشران پدې پوه شول چه معاشونه نه ورکول کیږي‪ ،‬نو په‬


‫ملړي ځل په کال ‪۱۸۴۱‬م په ګردیز کې‪ ،‬دې مرکز ته نژدې د‬
‫"زاوه" د کلي مشر "محمد اکرم" په ګردیز کې په انګلیسي‬
‫پوځي ټولي د خپلې کال له مورچلونو څخه ډزونه وکړل‪ .‬او‬
‫دا د هغه باروت ملړنۍ ملبه وه چه کوهدامن او کاپیسا ته‬
‫هم ورسیدله‪ .‬او بیا د قامونو د ناراضه مشرانو په اشارې‬
‫مالیانو د جهاد غږونه پورته کړل او د جنګ اور بل شو‪ .‬چه‬
‫پدې جنګ کې ‪ ۱۸۲۰۰‬انګلیسي پوځ د کابل څخه په وتلو‬
‫کې تباه شو‪.‬‬

‫د ډهلي د واکمن "اورنګ زیب" په ‪ ۵۰‬کلني سلطنت موده‬


‫کې‪ ،‬یو ځل ئې د کابل د حکمران له الرې پام د پکتیا د‬
‫قامونو نفوس ته شوی وو چه د خپل زوی له خوا ئې ځواب‬
‫دا دی‪:‬‬
‫”دا خلک په غرونو او ځنګلونو ډکو سیمو کې‬
‫اوسيږي‪ .‬کومه دولتي الرې نلري‪ .‬تقریبا َ تر خپلو منځو په‬
‫جنګونو مشغول وحشي قامونه دي‪ .‬نفوس ئې د خپلو‬
‫قامي مشرانو له خولې چه کله معاش آخستلو په خاطر‬
‫‪644 of 1205‬‬

‫راځي نو ‪ ۱۵۰۰‬پورې اټکل کیږي‪ ،‬چه په ځدراڼو‪ ،‬منګلو او‬


‫ځاځیو یادیږي‪ .‬دوی شپه او ورځ په شخصي دښمنیو او‬
‫په همدې علت په خپلو کورونو کې د بندي شوو په توګه‬
‫ژوند تیروي‪ ،‬بهر وتلی نشي او په خالصو السو ګرځیدلی‬
‫نشي‪ .‬او که کوم وخت د ټولو قامونو مشترک کار او‬
‫ضرورت خبره شي‪ ،‬نو په خپل دود ډولونه غږوي او د‬
‫مشترکې جرګې په لور مشران له کورونو اووځي او یوازې‬
‫په هغې ورځې د دوی په السو کې تورې نه وي‪ .‬دوی په‬
‫ملانځه هم نپوهیږي او مالیان نلري‪ .‬دوی بل دین هم نه‬
‫پیژني‪ .‬یوازنی مرض پدوی کې لکه دین همدا د شخصي‬
‫دښمنیو د وحشت نیمه وحشي ژوند دی‪ .‬اکثرا َ دوی‬
‫اوربشې خوري او په ځینو سیمو کې جوار هم رواج لري‪.‬‬
‫په غرونو کې مالونه لري‪ ،‬چه واړه هلکان او یا ئې ښځې‬
‫پیائي‪ .‬د اکثرو کالي "شړۍ" دي چه له اوزغنو او وړیو‬
‫څخه جوړیږي‪ .‬غوړي ډیر خوري‪ .‬شات هم پیژني چه په‬
‫طبعي توګه د شاتو ُمچی د ځنګلونو په ونو کې د شاتو‬
‫ځالې جوړوي‪ .‬د چارمغزو او جلغوزو ونې هم پکې پریمانه‬
‫دي‪ .‬د پکتیا غرونه ډیرې واورې لري او په درو کې مستې‬
‫‪645 of 1205‬‬

‫اوبه بهیږي‪ .‬نه پخپله دوی په ډاډه زړه پدې غرنیو درو کې‬
‫ګرځیدلی شي او نه هم هیڅ یو پردی د دوی له سیمو‬
‫ژوندی تیریدلی شي‪ .‬خو عجیبه خبر مې د دوی له یو‬
‫مشر څخه دا واوریدله چه ویل ئې‪" :‬مونږ خپل دښمن په‬
‫الره کې که بې وسلې ګیر کړ‪ ،‬بیا ئې نه وژنو‪ .‬او که وسله‬
‫ورسره وي‪ ،‬نو ملړی غږ پرې کوو‪ ،‬بیا وروسته له غږ نه‬
‫حمله کوو ‪ .“! ...‬ددوی وسلې پیشقوزې دي‪ .‬د منګلو د‬
‫قام تبرونه دي او عموما َ تورې هم وي‪.‬‬

‫نوټ‪" .‬په کال ‪۱۹۷۱‬م کې د یو ځدارڼ دوست په کور کې‬


‫زما څو شپې شولې چه یو توپک مې آخیست‪ .‬د کور مشر‬
‫تقریبا َ ‪ ۶۰‬کلن "سټک" نومی ځدراڼ د ژمي په همدې‬
‫موسم کې یو خام چرم ژوو او له ژولو وروسته به ئې د چرم‬
‫اوبه توه کړې‪ ،‬چه غاښونه ئې په ځای وو‪ .‬پوښتنه مې ترې‬
‫وکړه چه دا چرم څه کوي؟ ځواب ئې راکړ چه "سوګلې‬
‫جوړووم او دا خام چرم پخووم!“‪ .‬پوښتنه مې ترې وکړه‬
‫چه کابل د لیدلی دی؟ د نه ځواب ئې راکړ! آیا ګردیز ئې‬
‫لیدلی؟ د نه ځواب ئې راکړ! ددې سړي کشر ورور ‪ ۴۲‬کلن‬
‫‪646 of 1205‬‬

‫د کلي ملک وو چه زه ورسره تللی ووم‪ .‬بله شپه مې له ملک‬


‫نه وغوښتل چه آیا کومه رادیو لري چه د بي بي سي‬
‫خبرونه واورو؟ په تعجب ئې راته وکتل او بیا ئې ځواب‬
‫راکړ‪" :‬رادیو د کفر صندوق دی‪ .‬زموږ کلي دا فیصله کړې‬
‫ده چه که څوک کور ته دا د کفر خبرې راوړي نو څلور‬
‫پوسونه‪ ،‬یو خروار اوړه او ‪ ...‬نغدې پیسې به جریمه‬
‫کیږي‪ .‬او که ئې خبره ونه منله او بیا ئې هم په خپل کور‬
‫کې رادیو ساتلې وه‪ ،‬نو کور به ئې سوزول کیږي ‪.“! ...‬‬
‫د ګردیز او د ملک تر کوره ‪ ۲۵‬کیلو متره فاصله وه‪ .‬ددوی‬
‫اکثریت خوراک اوربشې وې‪ .‬د غرو د کرهڼې ځمکې ئې‬
‫ډیرې کمې وې‪ ،‬مګر مالداري پکې ډیره وه او ټول قوي‬
‫اندامه با صحته وو‪.‬‬
‫د پکتیا پښتنو ځانونه د افغانستان د نورو پښتنو‬
‫قامونو څخه پدې دلیل لوړ ګڼل چه "په جنګونو کې زړور او‬
‫توریالي دي“‪ .‬دوی تل د خپلو جګو غرونو په لرلو ویاړ‬
‫لري‪ .‬الکن د کلونو په تیریدلو سره دوی د خپلو هماغو لوړو‬
‫او جګو غرونو شنه ځنګلونه عام قتل ته ورسول او په‬
‫‪647 of 1205‬‬

‫پاکستان ئې خرڅ کړل او اوس ئې غرونه په سلو کې ‪۹۰‬‬


‫سپیره دي‪.‬‬
‫د پښتنو خپل بل خاص حالت چه کله بل هیڅ غیر‬
‫پښتني قام ته کوم د "جنګ" له سترګو اهمیت نه ورکوي‪.‬‬
‫همداسې د وزیرستان اوسیدونکي بیا د پکتیا د‬
‫اوسیدونکو پښتنو په شمول د افغانستان نورو پښتني او‬
‫غیر پښتني قامونو ته د "توریالي قام" په سترګه نګوري‪.‬‬
‫بلکه یوازې خپل ځانونه باتور او زړور او جنګیالي شمیري‬
‫چه د جنګ په میدان کې بل څوک جنګ ترې ګټلی نشي‪.‬‬

‫نوټ ‪" :‬د ‪۱۳۵۸‬ش ‪۱۹۷۹ -‬م د نوی کال په ملړی شپه‬
‫کمونستانو پخپل کور کې ماښامي ونیولم‪ .‬او بیا د‬
‫تحقیقاتو او تهدیدونو او ورسره د برق په وسیله د شاک له‬
‫الرې د شکنجو ورځې مې د ”شیرپور" په پوځي قشلې‬
‫کې په بند کې‪ ،‬بیله کوم دلیله تیرې کړې‪ .‬په هماغه شپو‬
‫کې د یو دوست له خوا یوه چوله راته برابره شوه چه له‬
‫هغه ځایه اووځم‪ .‬نو له خپل یو وزیرستاني دوست "زرعلي‬
‫خان" سره له کابل نه غزني ته‪ ،‬بیا له غزني نه اورګون او‬
‫له اورګون څخه پیاده "برمل" ته واوښتو‪ .‬او بیا له هغه‬
‫‪648 of 1205‬‬

‫ځایه د خروټو د قام له سیمې څخه جنوبي وزیرستان ته‬


‫واوښتلو‪ .‬هلته د "نری کوتل" په نوم چه د وزیرستان د‬
‫مستقلې سیمې سره برید او حدود وو‪ ،‬زرعلي خان د‬
‫وزیرستان په اړخ کې یو لوی کمره ته اشاره وکړه‪ ،‬وئې‬
‫ویل چه "دا کمر یو تیر شوی داستان لري پدې مانا چه‪:‬‬
‫کله به چه د وزیرستان خلک د کال په ټاکل شوي موده کې‬
‫ددې کمره بیخ ته ټول په ګډه راټول شول‪ .‬نو دوی به خپلې‬
‫تورې راوویستلې او پدغه کمره به ئې تیرې کولې‪ .‬پدې‬
‫مقصد چه نني افغانستان ته به له همدې کوتل څخه د غال‬
‫او وژلو او د چور په مقصد آووښتل‪ .‬د وزیرو خلکو به‬
‫ددې کوتل ها خوا دنني افغانستان په خاوره کې ټولو‬
‫اوسیدونکو پښتنو ته )غلجي( ویل …“‪.‬‬
‫مانا دا وه چه د وزیرستان پښتنو بیا د افغانستان له‬
‫پښتنو نه هم ځانونه لوړ غیرتي‪ ،‬باتور او په جنګ کې‬
‫ماهر او زړور ګڼل او نورو پښتنو ته ئې تن نه ورکاوو‪ .‬په‬
‫همدې سیمه کې ما د هماغه کال ‪۱۳۵۸‬ش ‪۱۹۷۹ -‬م په‬
‫پسرلي کې ولیدل چه د وزیرو خلکو د یو کلي د کرل شوې‬
‫ځمکې په سر ډیرو ښځو ځنځیرونه په خپلو اوګو کړي وو‬
‫‪649 of 1205‬‬

‫او ښځو ماله کش کوله‪ .‬او د ځینو ښځو په غیږ کې خوار‬


‫واړه اوالدونه هم لیدل کیدل‪ .‬او دې ښځو چه د کولبه شوې‬
‫ځمکې د هوارولو لپاره د حیواناتو په ځای ماله کش کولې‬
‫خپل نوې جامې ئې هم آغوستې وې‪ .‬او پاس د غونډۍ په‬
‫سر له خپلو توپکو سره ناست نارینه چه د هماغه کلي وو‬
‫او د هماغو ښځو وروڼه او یا میړونه او یا پلرونه وو په‬
‫اوږدو اوږدو شملو او بریتو په فخر د خپلو ښځو د مالې‬
‫کش کولو ننداره کوله‪ .‬زرعلي خان راته وویل چه‪" :‬دا کار‬
‫نارینه نکوي ځکه چه ځانو ته ئې بیغیرتي ګڼي‪ ،‬نو دا‬
‫کارونه په خپلو ښځو کوي“‪.‬‬
‫د پاکستان د هیواد د سرحدي اوږدې سیمې پښتانه‬
‫چه د "ډیورند" په کرښه له افغانستان څخه د‬
‫امیرعبدالرحمن خان د واکمني په موده کې جال شول‪ ،‬د‬
‫باجوړ په سیمه کې په "مینه" ځای کې هم شاهد ووم چه‪:‬‬
‫په کال ‪۱۹۷۹‬م چه کله د پاکستان د حکومت له خوا دغې‬
‫سیمې ته چه "د باجوړ او افغانستان تر منځه د غره په‬
‫بیخ کې پرته ده او د دې غره" ډیورند کرښه" به پورته کیدو‬
‫سره‪ ،‬نو شمال ته د افغانستان د کنړ د والیت برید پیل‬
‫‪650 of 1205‬‬

‫کیږي“‪ .‬درۍ ډیرې ګټورې پروژې راغلې‪ .‬چه یو د سړک‬


‫جوړولو پروژه وه‪ ،‬دوهمه پروژه د ژورو څاګانو د ویستلو او‬
‫بیا د اوبو تر څنګ د مکتب او کلنیک جوړولو پالن وو‪ .‬مګر‬
‫د دغه ځای "مینه ځای" پښتنو قام د حکومت په بولدوزرو‬
‫او ماشینونو د توپک ډزې پیل کړلې‪ .‬مقصد دا وو چه دوی‬
‫ویل چه "زمونږ دا د پښتنو سیمه یوه آزاده سیمه ده او‬
‫مونږ نغواړو چه د پاکستان د حکومت الس زمونږ آزادې‬
‫سیمې ته را اوږد کړل شي“‪ .‬مګر زه په هماغه کال د‬
‫هماغې سیمې د ملک کره میلمه ووم‪ ،‬نو ومې لیدل چه د‬
‫پاکستان د حکومت له خوا دغه ملک ته په یو لوی رنګینه‬
‫ښکلي چوکاټ کې یو تلویزون او لس بوجۍ اوړه او پنځه‬
‫بوجۍ بوره چه کله ورکړل شوله‪ ،‬نو ډزونه هم غلي شول“‪.‬‬
‫دا ټوله د پښتنو سیمه چه دوی "د پشتونستان" په‬
‫نوم نوموله د یو عبث هغه غیرت په تیارو کې پرته سیمه وه‬
‫چه اوسیدونکو ئې تر خپلو منځو قامي زړې او نوې‬
‫دښمنۍ درلودلې او ټول له توپکو سره ګرځیدل‪ .‬توپک او‬
‫دښمني د غیرت نښې وې‪ .‬او بیسوادي او بې علمي‪،‬‬
‫جهالت او فقر پکې وو‪ .‬خصوصا َ چه بیا په ”پاړه چنار“‬
‫‪651 of 1205‬‬

‫سني‬ ‫کې شعیه مذهبي پښتانه چه په "توري" یادیږي له ُ‬


‫مذهبو سره خوا په خوا د "کُرمې" په سیمه کې اوسیدل او‬
‫د هرې ګړۍ جنګونه او غوصې پکې په لوړ مذهبي تعصب‬
‫پرتې وې‪ .‬کله چه هلته په پاړه چنار کې د یو پخواني‬
‫مهاجر منګل په کور کې میلمه ووم چه د زوی نوم ئې زما‬
‫په یاد دی‪ ،‬حمید خان نومیده‪ .‬د پیښور په یو پوهنځي کې‬
‫په ټولو شاګردانو کې اول نمره شوی وو‪ .‬دا منګل چه په‬
‫عمر ‪ ۷۰‬کلن وو او په سردار مشهور وو‪ .‬په ډیرو پخوا‬
‫کلونو کې د سردار محمد داود خان د نائب الحکومګی په‬
‫زمانه کې ئې عصیان کړی وو او بیا خپل ځای پرې تنګ‬
‫شوی وو او پاکستان ته آووښتی وو‪ ،‬او د مهاجر په توګه‬
‫منل شوی وو‪ .‬ماته وویل چه‪" :‬د شپې له مخې ګوره چه‬
‫بهر له کوره ونه وځې چه د مرګ خطر دی“‪ .‬دا خطر په‬
‫کلونو کلونو ددې سیمې اوسیدونکو پښتنو منلی وو او‬
‫زعملی ئې وو‪ .‬او ټول له توپکو سره ګرځیدل‪ .‬په‬
‫افغانستان کې هم ځدران‪ ،‬منګل او ځاځي له توپکو سره‬
‫ژوند تیراوو‪ .‬د مکتب په ځای ددوی مینه له توپکو سره وه‪.‬‬
‫‪652 of 1205‬‬

‫چه د دښمنیو ریښې ئې په ژوند کې ژورې له پخوا پیړیو‬


‫پرتې وې‪.‬‬
‫دا د غیرت او د جسارت په نوم د پښتنو فخر بیرته‬
‫همدې کلیمې "غیرت" په واقعیت کې "بیغیرته" کړي وو‪،‬‬
‫چه په ځانو د فقر‪ ،‬د جهالت‪ ،‬دښمنیو او د نفاق تیارې‬
‫ومني‪.‬‬
‫د پښتنو بله سیمه د "کنړ" د والیت سیمه ده چه په‬
‫دریو برخو تقسیمیږي‪” .‬بر کنړ‪ ،‬منځنی کنړ او کوز کنړ“‪.‬‬
‫د بر کنړ ویژه ګي دا وه چه په هغې سیمې کې ډیر‬
‫هوښیار او دور اندیشه خانان تیر شوي وو‪ ،‬چه خپل‬
‫قامونه ئې "ودیر‪ ،‬ګربز او مسود" په هوښیاره رهبري او‬
‫رهنمائي کړي وو‪ .‬چه د توپکو او د دښمنیو زیات نفاق‪ ،‬د‬
‫پکتیا د پښتنو په پرتله او مقایسه پکې نه وو‪ .‬که کوم جنګ‬
‫به هم وو‪ ،‬یوازې د خانانو تر منځ به وو‪ .‬مګر ډیره عجیبه‬
‫موضوع په کنړ کې د یوې درې د اوسیدونکو پښتنو په‬
‫هکله موجوده وه چه هغه د ”دیوه ګل" په نوم د تنګې غرنی‬
‫درې هغه اوسیدونکی وو چه "قاتالن" پکې کراه کیدل‪.‬‬
‫پدې مانا چه ددې درې خلکو کومه زراعتي داسې ځمکې‬
‫‪653 of 1205‬‬

‫ندرلودلې چه د خپل ژوند ګذاره په زراعت وکړي‪ .‬اکثره‬


‫ددوی ځوانانو به بیکاره وو او د چرسو د څکولو یو‬
‫عمومي عادت یې هم درلود‪ .‬نو که چا غوښتل چه خپل‬
‫دښمن ووژني‪ ،‬نو به همداسې ورځې ته په انتظار ناست‬
‫ځوانانو به همدا وظیفه په غاړه واخستله چه د وژلو لپاره‬
‫به په ټاکلي نرخ او پیسو کراه کړل شول‪ .‬مګر د مقتول‬
‫وارثانو به له همدې ځوانانو انتقام نه آخست‪ ،‬ځکه چه‬
‫دوی کراه شوي کسان وو‪ .‬د هغه په ځای به ئې د خپل‬
‫دښمن د کورنۍ الره څارله او یا به ئې بیا هم د هماغې‬
‫"دیوه ګل" له درې څخه کوم ځوان بیا په کراه ونیوو‪ ،‬چه‬
‫خپل انتقام له دښمن څخه واخلي‪ .‬خو اصلي خبره داده‬
‫چه د قام هوښیار مشرانو به ډیر ژر د دارنګه دښمنیو‬
‫مخه په قامي جرګو ونیوله‪.‬‬
‫بله ویژه ګي د بر کنړ په خانانو او قامي مشرانو کې‬
‫دا وه چه دوی د کنړ د لوړو غرونو د شنو ګڼو ځنګلونو د‬
‫وهلو او د تباه کولو مخه په قامي قاطع پریکړو نیولې وه‪.‬‬
‫چه د بر کنړ پاس د غرو په لوړو درو کې بیا چه د‬
‫نورستان خلک اوسیدل او غرونه ئې له ځنګلو ډک وو‪.‬‬
‫‪654 of 1205‬‬

‫همداسې په ګڼو ځنګلونو دا سیمه ښایسته پاته شوله تر‬


‫هغه وخته چه بیا د جهاد کلونه راغلل او قامي شیرازه‬
‫وشکیدله‪ .‬پدې سیمه کې هم لکه د افغانستان د نورو‬
‫سیمو په څیر د اسالمي احزابو د نفاق د میکروب مرض‬
‫ګډ شو او بیا د قامي پریکړو او فیصلو په وړاندې د‬
‫احترام او اطاعت چوکاټ مات شو‪ .‬په ځنګلونو د عام قتل‬
‫او وهلو فاجعه راغله‪ ،‬چه پاکستان ته تر دا ننه هم کال‬
‫‪۲۰۰۴‬م د قاچاق له الرې وړل کیږي‪ .‬او اوس په سلو کې‬
‫‪ ۷۵‬فیصده غرونه له ځنګلونو خالي شوي او سپیره شوي‬
‫دي‪.‬‬
‫بله لویه سیمه چه له پښتنو څخه ډکه وه د ننګرهار او‬
‫د لغمان د والیتونو او هم په پکتیا کې د خوست سمسوره‬
‫سیمه ده چه ټول پښتانه یو بل ته ورته همدا د نفاق او د‬
‫فقر او د قاچاق او بیسوادي په ناروغی دچار پاته شول‪.‬‬
‫لکه څرنګه چه د امیر امان اهلل خان د تعلیمي او علمي‬
‫آرمانونو او پروګرامونو په ضد ملړی د پکتیا د منګلو له قام‬
‫څخه د " ګوډ مال " په نوم ارتجاعي پاڅون پیل شو‪ ،‬کال‬
‫‪۱۹۲۵‬م‪ .‬او بیا د ننګرهار د والیت د "شینوارو" له قام څخه‬
‫‪655 of 1205‬‬

‫همدا حرکت د جالل آباد ښارته ورسید چه جالل آباد ئې‬


‫چور او بیا ئې دولتي عمارتو ته اور واچاوو‪ .‬چه د همدې‬
‫حرکتونو ملبې بیا د شمالي "کوهدامن" د کلکان د کلي‬
‫اوسیدونکي "حبیب اهلل کلکاني" کابل ته ویوړلې او تخت‬
‫ئې ونیوو چه په "حبیب اهلل خادم دین رسول اهلل" لوی لقب‬
‫ورکړل شو‪.‬‬

‫کله چه خبره له پښتنو کیږي‪ ،‬دوی د افغانستان په نوم د‬


‫یو هیواد او د دولت په منځ ته کیدو مخکې خپل ځانونه په‬
‫خپلو تورو له خپلو دښمنانو څخه ساتل او دا په خپل مټ‬
‫باور وو‪ ،‬مګر چه کله دولت پیدا شو دغه باور بیرته خپل‬
‫ځان ته متوجه شو چه له یو بل پیدا شوي دښمن سره‬
‫څرنګه دښمني وکړي؟ خو د دولت د ظلمونو په مقابل کې‬
‫ئې که څو څو ځله له ځینو مقاومتونو او برخوردونو څخه‬
‫کار هم واخیست‪ ،‬الکن پدې پوه شوي وو چه دولت د یو‬
‫دښمن په خاطر د ټول کلي خلک عام قتل کوي‪ ،‬او دا‬
‫دولت نومی دښمن ډیرې وسلې او پیسې هم لري‪ .‬په‬
‫نتیجه کې د دولت په وړاندې دفاعي حالت کې پاته شول‪.‬‬
‫‪656 of 1205‬‬

‫پدې توګه کرار کرار په ځینو قامونو کې "ملکان" پیدا‬


‫شول چه د ملک وظیفه دا وه چه د خپل کلي پرابلمونه "که‬
‫یا قاتل او یا د مقتول" مسله وي او یا د دولت په وړاندې د‬
‫رعیت د پورونو موضوع وي‪ ،‬نو ملک به د هغوی په‬
‫نمایندګي د حکومت مخې ته د رعیت ژبه وي چه د هغوی‬
‫حق دفاع کړی شي‪ .‬مګر دا د ملکي موسسه کرار کرار په‬
‫یوه فاسده موسسه واووښتله‪ ،‬چه هم به ئې له رعیت نه‬
‫پیسې آخستلې او هم به ئې د رشوت برخه حکومت ته‬
‫ورکوله‪.‬‬
‫دا د ملک طایفه خصوصا َ د اعلیحضرت محمد ظاهر‬
‫شاه په ‪ ۴۰‬کلنه پاچاهي کې زښته زیات شول‪ .‬بالخره د‬
‫افغانستان د خلکو وینې څلورو طایفو زبیښلې‪.‬‬
‫یو‪ :‬د محمدزي شاهي خاندان منسوبینو چه د کابل د‬
‫شهر نو په کورونو کې بې مسئولیته لکه نازولي میلمانه‬
‫اوسیدل‪ .‬او له کوم قانوني تعقیب الندې نه راتلل‪ .‬هر څه‬
‫ئې چه کول مصئونیت ئې درلود‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬دولتي مامورین وو‪ ،‬چه هیڅ یو رشوت خور قاضي‬
‫یا والي او یا حاکم بیرته د دولت له خوا محاکمه نشول‪.‬‬
‫‪657 of 1205‬‬

‫دریم‪ :‬مالیان‪ ،‬چه دوی د اسالم زغره آغوستې وه او چا‬


‫څه ورته ویلی نشول‪.‬‬
‫څلرم‪ :‬ملکان وو چه د رعیت او د حکومت تر منځه به ئې‬
‫داللي کوله‪.‬‬

‫څلور واړو نومونه په " م " پیل کیدل‪.‬‬


‫مګر هغه قامي مشران چه د امیر عبدالرحمن خان‬
‫تر واکمني پورې له حکومتونو څخه معاش آخیست او‬
‫حتی د رعیت د یوې برخې مالیه به هم دوی آخستله‪ ،‬او له‬
‫پاچایانو سره په ارتباط چه کله به د عسکري غوښتلو‬
‫ضرورت پیښ شو‪ ،‬نو دغو قامي مشرانو او ملکانو به د‬
‫پاچا مخې ته له خپل خپل پښتنی قامونو څخه عسکر‬
‫ودرول‪ .‬په نتیجه کې دا مشران په خپلو قامونو کې د نیمه‬
‫رسمي واکمن په توګه چه هر څه په خپلو قامي دښمنانو‬
‫کول د دولت له تعقیب الندې نه راتلل‪ .‬او پدې توګه ددوی په‬
‫سرونو کې د پاچاهي نیولو هوسونه هم کله نا کله پیدا‬
‫کیدل‪ .‬خو چه امیر عبدالرحمن خان په کال ‪۱۸۸۰‬م د اوړي‬
‫د موسم په سر کې پاچاهي ته ورسید‪ ،‬نو د افغانستان په‬
‫‪658 of 1205‬‬

‫تاریخ او د خلکو په ژوند کې د یوې نارحمه سرکوبولو د‬


‫دهشت او د وحشت ځانګړې مرحله پیل شوله‪.‬‬
‫امیر عبدالرحمن خان له یو داسې هیواد سره مخامخ‬
‫شوی وو چه هلته ملوک الطوایفي وه‪ .‬یو خو خپله امیر چه‬
‫ال "د کم عمر شهزاده" وو د لیونتیا ځینې نښې پکې لیدل‬
‫شوې وې چه په خپلو یاداشتونو کې ئې پخپل قلم لیکی‬
‫چه‪:‬‬
‫”زما پالر د امیرشیرعلي خان د ملړۍ دورې د پاچائي‬
‫په موده کې چه کله د "افغانی ترکستان" حکمران وو او زه‬
‫مې پالر ته له کابل څخه ورغلی ووم او یولس کلن ووم‪ ،‬نو‬
‫زما د پالر د دربار یو لوړ رتبه مامور مې پالر ته چغولی‬
‫وکړه چه ګویا زه چرس څکووم‪ .‬مګر پالر مې بې له کوم‬
‫تحقیقات څخه پوره یو کال د زندان په توره خونه کې‬
‫واچولم‪ .‬او ما یو کال نه د سر ویښتان وخرئیل او نه مې‬
‫هم کالی بدل کړل نه مې ځان ومینځه او نه مې هم د خپلو‬
‫ګوتو نوکان قیچی کړل…“‪.‬‬
‫دوهم دا چه امیر پوره یولس کاله له خپل هیواد نه‬
‫لیرې او ناخبره په تزاري ترکستان "منځنۍ آسیا" کې تیر‬
‫‪659 of 1205‬‬

‫کړي وو‪ .‬د ښځې او اوالدو څښنت شوی هم وو ‪.‬‬


‫دریم دا چه بیا هم د امیر له خپل قلم نه‪" :‬زه چه کله‬
‫پاچا شولم ما تش یوه خونه پیدا نکړه چه د یو پاچا په‬
‫توګه پکې شپه تیره کړم‪ .‬د باالحصار تعمیرونه ټول د‬
‫انګریزانو له خوا وران کړل شوي وو‪" .‬د افغان‪ -‬انګلیس‬
‫د دوهم جنګ په علت“‪ .‬کله چه ما په یوې ورانې او‬
‫خیرنې خونې کې شپې تیرولې‪ ،‬نو موژکان به مې په مخ‬
‫تیریدل…“‪.‬‬
‫څلرم دا چه‪ :‬افغانستان څټ ته ‪ ۸۰‬کاله د پاچا‬
‫ګردیشي او د نفاق او د دښمنیو او هر رنګه ورانییو کلونه‬
‫څټ ته پرې ایښي وو‪ .‬او ډیرو قامي مشرانو او د مالیانو‬
‫په مالتړي د پاچاهي خوبونه لیدل او هیواد کې کوم‬
‫مرکزي حاکمیت وجود ندرلود‪.‬‬
‫نو امیر د داسې خودسرو خلکو د سرکوبولو او په یو‬
‫قوي مرکز او قانون ته په اطاعت په راوستلو مخامخ شو‪.‬‬
‫او دلچسپه داده چه خلک هم له یو قسی القلب او پوالدین‬
‫عزمه او نارحمه پاچا سره مخامخ شوي وو چه له نورو‬
‫تیرو پاچایانو څخه ئې ډیر ډیر فرق درلود‪.‬‬
‫‪660 of 1205‬‬

‫چه کله وړکی وو د یو انګریز له خوا ئې پالر ته یو تفنګچه‬


‫په سوغات ورکړل شوې وه‪ ،‬نو دا یولس کلن شهزاده یوه‬
‫ورځ د زندان مخې ته ورغی او د "پل خمري" له زندان‬
‫څخه ئې د څلورو نفرو بندیانو د راویستلو امر وکړ‪ .‬عسکر‬
‫امر ومانه او څلور بندیان ئې د شهزاده عبدالرحمن مخې‬
‫ته ودرول‪ .‬او هم ئې یوه چوکۍ راوړه چه شهزاده پرې‬
‫کشیني‪ .‬بیا ئې دا څلور واړه بندیان شا په شا ودرول‪.‬‬
‫شهزاده یوه تجربه کوله‪ ،‬پدې پوښتنه چه د نوموړي په ذهن‬
‫کې پیدا شوې وه چه آیا دا تفنګچه چه د انګریزانو ده‪ ،‬آیا‬
‫کوالی شي چه مرمۍ ئې له څلورو کسانو څخه تیره شي؟‬
‫او که نه یوازې د یو نفر سینه سوروۍ کولی شي؟‬
‫شهزاده چه کله فیر وکړ‪ ،‬نو یوازې یو نفر ولوید‪ .‬بیا ئې بله‬
‫تجربه تر سره کړه چه آیا په څومره مسافه کې همدا یو‬
‫نفر په یوې مرمۍ وژل کیدلی شي؟‬
‫بله خوا شهزاده عبدالرحمن خان د ترکستان له‬
‫تزاري حکمران "کاوفمن" څخه ډیر نازونه هم لیدلي وو او‬
‫د ښکار او هوسائي او د ښه کور ټول امکانات ئې مهاجر‬
‫شهزاده ته مهیا کړي وو‪ .‬پدې راتلونکي هدف چه که دا‬
‫‪661 of 1205‬‬

‫شهزاده کوم وخت تخت وګټي نو به د تزارانو دوست پاته‬


‫شي‪ .‬او د تزارانو دښمن انګریزان چه په هند کې وو او‬
‫همیشه تزارانو د یو لوی پوځ له خوا د افغانستان له الرې‬
‫په هند باندې د حملې کولو او تودو اوبو ته د الرې د پیدا‬
‫کولو خوبونه او پالنونه درلودل‪ ،‬نو به ئې په افغانستان کې‬
‫خپل مالتړ پاچا هم درلود‪.‬‬
‫مګر دا شهزاده چه کله په افغانستان کې پاچا شو‪،‬‬
‫یو تکړه تقریبا َ ‪ ۳۵‬کلن ځوان وو‪ .‬او د یو سیاسي لرلید‬
‫شخصیت او د یو جنګي او نظامي استعداد او جسارت‬
‫خاوند وو‪ .‬چه هیڅکله ئې له انګریزانو سره د دښمني کوم‬
‫پکر او پالن ندرلود‪ .‬نوموړي ویلي دي چه‪" :‬د انګریزانو دا‬
‫عادت نه وو لکه تزاران چه فیل ته ورته دي‪ .‬فیل کله چه له‬
‫یو خطرناک ځای څخه په تیریدلو کې وي نو په آساني‬
‫پوښه نه ږدي‪ .‬مګر کله ئې چه کیښودله بیا ئې له هغه‬
‫ځایه نه پورته کوي“‪.‬‬
‫امیر د خلکو د سرکوبولو په مقصد له دو مهمو‬
‫وسایلو کار واخیست‪:‬‬
‫‪662 of 1205‬‬

‫یو‪ :‬د لوی جاسوسي تشکیالت قوي مزي چه په ټول‬


‫افغانستان کې ئې دا مزي وغځول‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬په توپ د وژلو ډارونکی سیستم‪ .‬یانې مجرم به ئې‬
‫د توپ په خوله وتاړه او بیا به ئې په توپ کې والوزاوو‪.‬‬
‫امیر پخپله اعتراف کوي چه "ما شخصا َ ‪ ۵۰۰۰‬مجرمین په‬
‫توپ آلوزولي دي“‪.‬‬
‫د امیر د شکنجو او د وژلو مختلف طرزونو له ډارونکو‬
‫صحنو څخه زښته زیاتې خبرې پاته دي‪ ،‬لکه‪:‬‬
‫‪ -‬دوه شقه کول‪" ،‬چه مجرم به ئې د ونو په دوو شاخو‬
‫وتاړه او کله به چه تړل شوي شاخونه جال کړل شول‪ ،‬نو د‬
‫مجرم له دوو لنګیو څخه پورته وجود دوه شقه شول“‪.‬‬
‫‪ -‬مجرم به ئې تر ستوني په ډیران کې ومانډه چه یوازې‬
‫به ئې سر او مخ بهر پاته وو‪ .‬او د مجرم د سر ویښتان به‬
‫ئې په بیخ کې خرییلي وو‪ .‬نو به ئې د مجرم په مخ او سر‬
‫شات وموښل او پدې توګه به مختلفې حشرې او مچان د‬
‫مجرم په سر او مخ راغونډ شول‪.‬‬
‫‪ -‬د "شهرارا" نومي برج څخه کوز راغورځولو وژل‪.‬‬
‫‪663 of 1205‬‬

‫‪ -‬تیل داغ ! پدې مانا چه د مجرم د پاس سر ویښتانبه‬


‫وخرییل شول او له پاسه به ئې له وړو جوړه شوې کاسه‬
‫پرې کیښودله‪ .‬او بیا به ئې جوش تیل په هماغه د وړو په‬
‫کاسه کې وروغورځول‪.‬‬
‫‪ -‬په ‪ ۷‬مني درانه ځنځیر به ئې له السو او پوښو قلف کړ‪.‬‬
‫او داسې نور مرګونه او غرغره کول او په سیاه چاه کې‬
‫آچول‪.‬‬
‫د سیاه چاه مانا داده چه مجرم به ئې په ژوره مرطوبه او‬
‫تیاره څاه کې کوز کړ‪ .‬مګر له پاس څخه به ئې مجرم ته‬
‫هم ډوډۍ او هم اوبه ورکولې‪ .‬نو مجرم به خپل قضای‬
‫حاجت هم همالته کاوو او دا د تدریجي مرګ دردناکترین‬
‫حالت وو‪.‬‬
‫نو پوښتنه داده چه دا مجرمین څوک وو او جرمونه‬
‫ئې څه وو؟ او ولې پداسې شکنجو مخامخ کیدل؟ او د‬
‫امیر لداسې جزاګانو بالخره مطلب څه وو؟‬
‫د مطلب عمده اړخ دوه وو‪:‬‬
‫یو‪ :‬پخپله د امیرعبدالرحمن خان په لیوني خوی کې دننه‬
‫پروت یو فوق العاده "زه" وو‪ ،‬چه یوازې ئې د ځان لپاره‬
‫‪664 of 1205‬‬

‫فوق العاده قدرت پداسې شرطونو غوښت چه بل کوم قوت‬


‫ئې سیال نه وي‪ .‬او رقابت ورسره ونکړي‪ .‬چه دې خوی له‬
‫ټول رعیت څخه "مطلق اطاعت" غوښت‪ .‬د هر رنګه بغاوت‬
‫د سرکوبولو په منظور ئې له هر رنګه نارحمه وسایلو څخه‬
‫کار آخست‪ .‬او دې نتیجې ته رسیدلی وو چه‪" :‬د ټول‬
‫افغانستان که په لیرې او یا نژدې ځایونو کې اوسیدونکي‬
‫یا په خپل کور کې وي او یا که په یوازې سر په الره رهي‬
‫وي باید له امیر څخه په زړونو کې ډار ولري‪ .‬د مخالفت او‬
‫یا د بغاوت ژبه ئې وچه شي‪ .‬لکه څرنګه چه همدې مطلب‬
‫ته امیر ورسید او دا متل جوړ شو چه‪" :‬د کور دیوالونه ال‬
‫هم غوږونه لري او د کور د خاوندانو غږ د امیر غوږونو ته‬
‫رسیږي!“‪ .‬دا د ډار مطلب خصوصا َ د امیر له خوا د جوړ‬
‫شوي پراخه جاسوسي شبکې له الرې تر سره شو‪ ،‬چه‬
‫حتی د جاسوسي په تشکیالت کې ځینې ښځې تر ‪۷۰‬‬
‫کلنې پورې وې چه همدې ښځو څخه ډیر یادونه پاته دي‪.‬‬
‫امیر به له خپل یو وزیر نه ال هم د خپل یو عادي جاسوس‬
‫رپوټ ته ډیر اهمیت ورکاوو‪.‬‬
‫‪665 of 1205‬‬

‫دوهم اړخ دا وو چه‪ :‬چه کله یو انګریز امیر ته په‬


‫شخصي یو صحبت کې وویل چه‪ :‬ستا منګولې لکه پوالد‬
‫داسې دي‪ ،‬کلکې او نارحمه دي‪ .‬چه دا خلک د په‬
‫همداسې پوالدي منګُلو ټینګ په فشار نیولي دي‪ .‬امیر‬
‫ځواب ورکړ چه‪ :‬ته که دا خلک وپیژنې نو و به ئې ومنې‬
‫چه دوی هم لکه پوالد داسې دي‪ .‬پوالد په پوالد ماتیږي‪ ،‬نه‬
‫په خام زړه او نرمو خبرو‪.‬‬
‫د امیر له اطاعت څخه وتلي وټکول شول او اطاعت ته‬
‫ئې قهرا َ مجبوره کړل‪ .‬او دولت چه پخپله امیر وو‪ ،‬نو خلک‬
‫ئې د خپل پکر او د فرمان مطلق تابع کړل‪ ،‬داسې چه نور‬
‫پدې هیواد کې یوازې "یو پاچا" وي‪ .‬یوازې یو "قوت" به‬
‫وي او یوازې یوه قمچینه به وي‪ .‬چه د امیر په الس کې به‬
‫وي‪ ،‬نه د بل کوم خان او یا د بل محمدزي شاهي خاندان‬
‫د غړي په الس کې‪ .‬چه یا د پاچاهي کوم آرمان ولري او‬
‫یا له امیر څخه د تخت ګټلو کوم هوس ئې په سر کې پاته‬
‫وي‪ .‬نو امیر د توپ آلوزولو او غرغره کولو او په بندیخانو‬
‫کې په نابودولو تر څنګ بله جزا تبعید وو‪ .‬چه د مخالفینو‬
‫او اطاعت له نه کونکو څخه به ئې مشران ووژل‪ ،‬ورسره به‬
‫‪666 of 1205‬‬

‫ئې د هغه قامي مشر جایداد ضبط کړ‪ .‬او کالوې به ئې‬
‫یا د فیل په وسیله او یا د توپ په مرمیو ونړولې‪ .‬خصوصا َ‬
‫هغه قامي مشران چه د امیرشیرعلي خان دوستان وو‪ .‬نو‬
‫رحم ئې په هغوی ونکړ‪ .‬او یا دا چه کله چه امیر د‬
‫پاچاهي په تخت کشیناست او د انګریزانو له خوا ئې‬
‫واکمني رسما َ ومنل شوله‪ ،‬مګر پدې شپو ورځو او میاشتو‬
‫کې هلته په کندهار کې د انګریزي پوځ په ضد جنګونه ال‬
‫ختم شوي نه وو‪ .‬چه د هغو جنګونو مشر رهبر د‬
‫امیرشیرعلي خان زوی "شهزاده محمد ایوب خان" په غاړه‬
‫درلودل‪ .‬او له انګریزي پوځ سره ئې مشهور د "میوند"‬
‫جنګ سرته رسولی وو‪ .‬د سردار محمد ایوب خان مالتړ د‬
‫مختلفو سیمو قامي مشرانو سرونه هم وروسته له هغه د‬
‫امیر په توره ووهل شول چه کله سردار محمد ایوب خان د‬
‫میوند له جنګ نه وروسته جنګ پریښود او ایران ته وتښتید‬
‫او بیا له هغه ځایه برطانوی هند ته ئې پناه ویوړه‪.‬‬
‫*د یادولو وړ ده چه هغه سردار محمد ایوب خان کوم چه‬
‫د انګریزانو په ضد پاڅیدلی وو او ځینې قامي مشران او‬
‫قامونه یې هم په ځان راټول کړل‪ ،‬چه د میوند خونړی‬
‫‪667 of 1205‬‬

‫جنګ پیښ شو‪ ،‬مګر خپله بیرته انګریزانو ته تسلیم شو او‬


‫په برطانوي هند کې د انګریزانو د حمایت الندې اوسیده‪.‬‬
‫مګر دده پلوي قامي مشران ټول بې سرنوشته په خطر‬
‫کې پاته شول‪.‬‬

‫د امیر یوازې یو رقیب چه د خپل قام مشر وو او د میوند‬


‫په جنګ کې له سردار محمد ایوب خان سره هم وو او د‬
‫امیرعبدالرحمن خان د لښکرو ډیره برخه ئې څو څو ځله په‬
‫مخامخ جنګ کې تباه کړه‪ ،‬دا قامي مشر "ګل علم خان"‬
‫نومیده‪ .‬او د میوند په جنګ کې ئې د خلکو له خوا د‬
‫"غازي" لقب ګټلی وو‪ .‬نو په "غازي ګل علم خان" ئې‬
‫شهرت وموند‪ .‬د پکتیا د منګلو په سیمه کې په جنګ کې‬
‫چه ده د منګلو مشري په غاړه درلودله د امیر څو توپونه‬
‫هم د جنګ په میدان کې تر السه کړل‪ .‬او دا قامي مشر‬
‫پدې امید وو چه د جنګ په ګټلو به سردار محمد ایوب‬
‫خان بیرته وطن ته راشي‪ .‬او بالخره به د امیرشیرعلي‬
‫خان زوی د خپل پالر د تخت وارث په توګه به پاچاهي له‬
‫امیر څخه وګټي او حق به حقدار ته ورسیږي‪ .‬مګر داسې‬
‫ونشول او امیر د منګلو په جنګ کې له دوو قوتونو کار‬
‫‪668 of 1205‬‬

‫واخیست‪ .‬له جاسوسانو او له مالیانو څخه چه ئې د قران‬


‫له مخې نوموړی "غازي" په دام کې واچاوو‪ .‬او کابل ته‬
‫ئې په راوستلو د کابل باالحصار کې ئې له خپل یو کشر‬
‫ورور سره زنداني کړل‪ .‬چه دولس کلن ورور ئې په زندان‬
‫کې په پنځمه میاشت مړ شو‪ .‬او پخپله وروسته له شپږو‬
‫میاشتو بند څخه له باالحصار څخه زنځیر او زوالنه د‬
‫عسکرو له ټینګ نظارت الندې راکوز کړل شو‪ .‬او هغه ځای‬
‫ته بوتلل شو په کوم هغه ځای کې چه امیرعبدالرحمن خان‬
‫په چوکۍ ناست وو‪ .‬او زیات جنراالن ئې تر خوا والړ وو‬
‫او هغه ځای د نني "پل محمود خان" سیمه وه‪ .‬او پدې پل‬
‫محمود خان ځای کې د نیول شوو قامي مشرانو لپاره‬
‫غرغرې له پخوا څخه جوړیشوې وې چه په کمترین تهمت‬
‫او یا د کوم جاسوس په راپور نیول شوي کسان غرغره‬
‫کیدل‪ .‬نو دا "غازي ګل علم خان" ئې هم په همدې ځای‬
‫کې غرغره کړ‪ ،‬چه اوس اوس ‪ ۲۳‬کلن شوی وو‪ .‬دې ځوان‬
‫ته امیر په فارسی ژبه وویل چه‪" :‬کاشکې چه د ایوب خوا‬
‫ته تللی نه وای او له ماسره پاته وای ‪ ...‬او که له ماسره‬
‫پاته وای اوس دلته دا والړ سپاساالران به ستا د آس په‬
‫‪669 of 1205‬‬

‫رکاب کې په خذمت کې وو‪ .‬مګر افسوس افسوس چه ته‬


‫ایوب ته والړې او له مانه جال شوې‪ .‬او بیا د له ما سره‬
‫جنګ وکړ ! ‪ .” ...‬نوموړي غازي خواهش ترې کړی وو چه‬
‫د خپل سر ویښتان خپلې مور ته واستوي او دا خواهش‬
‫ئې امیر ومانه‪ .‬او ډیره دلچسپه دا وه چه یو نفر د امیر‬
‫السونه پدې زاریو نیولي وو چه‪" :‬ملړی ما غرغره کړئ امیر‬
‫صاحب! او امیر همدا خواهش هم منلی وو او د نوم‬
‫پوښتنه ئې ترې کړې وه‪ .‬دا سړی "خانان" نومیده ! او‬
‫امیر وروسته د خانان او د غازي علم له غرغرې کیدلو ئې‬
‫پوښتنه کړې وه چه دا ئې ورور وو؟ ځواب ئې چا ورکړی‬
‫وو چه نه خانان د غازي نوکر وو ! نو امیر په تعجب الس‬
‫په تندي ایښی وو او دا ئې ویلي وو چه "زه چه امیر یم‬
‫مګر داسې وفادار نوکر نلرم“‪.‬‬
‫لدې تحریري ماخذ نه پرته چه د هغو ورځو ورځني‬
‫یاداشتونو لوی څو جلده کتاب دی‪ ،‬بل کوم ماخذ او یا‬
‫شفاهي کیسه چه د امیر د پاچاهي له وخته پاته وي چه‬
‫کوم چا د امیر له پوځ سره مخامخ مقابله کړي وي وجود‬
‫نلري‪ .‬یوازې په بل شکل د یو پغماني افغان د امیر د‬
‫‪670 of 1205‬‬

‫ظلمونو په مقابل کې د عکس العمل بیان دی چه په‬


‫شفاهي توګه ویل کیږي‪ .‬چه کله امیر د "نقرص" د‬
‫ناروغي له دردونو څخه په لغمان کې ډیر وخت د خاموشي‬
‫په حالت کې پاته شو‪ ،‬نو لور تر لوره پټه آوازه شوله چه‬
‫امیر له دې دنیا تللی دی‪ .‬نو دغه پغماني افغان ‪ ۹‬غوایي‬
‫حالل کړي وو او په پغمان کې یې ډولونه په خوشالي‬
‫وهلي وو‪ .‬الکن چه کله د امیر رسه دار پوځیانو له خوا د‬
‫امیر مخې ته په باغ باال کې حاضر شو‪ ،‬نو امیر ورته‬
‫وویل چه "حرامي! من مرده بودم و تو خوش بودی‪ ،‬الکن‬
‫تو پیش از من همی حاال میمري !“‪ .‬همداسې هم وشول ‪.‬‬
‫د امیر د قهر ملړنۍ خبره به " حرامي " وه‪.‬‬

‫یو شی چه باید همدلته ذکر شي هغه داده چه د امیر له‬


‫خوا لیکل شوی کتاب " تاج التواریخ " کوم چه په اصلي‬
‫بڼه وو او ملړی ځل له چاپ څخه اووت‪ ،‬مګر اوس هماغسې‬
‫په خپل طبعي او اصلي حالت پاته ندی‪ .‬علت دادی چه په‬
‫نورو مطبعو کې چه کله په نورو ځایو کې چاپ شوی دی‬
‫په ډیر افسوس چه ډیر منفي تغیرات پکې راوستل شوي‬
‫‪671 of 1205‬‬

‫دي‪ .‬او د یو منفي الس وهنې نښې پکې پاته دي‪ .‬حتی د‬
‫ځینو پرګرافونو مطلب ال آوښتی او تغیر ئې موندلی دی‪.‬‬
‫چه د کتاب له اصلي روح سره د شوي خیانت په جرم‬
‫حسابیږي! خصوصا َ د یو داسې امیر له قلم سره خیانت‬
‫کول چه په خپله توره ئې د ټولو اختالفاتو او د نفاق او‬
‫پاچاګردیشیو او د قامي دښمنیو او خود سریو او‬
‫خودخواهیو او خان خانیو څخه پدې هیواد کې پروت‬
‫مرض له منځه ویوړ‪ .‬او دائې په ثبوت ورسول چه له سلو‬
‫پاچایانو څخه هیواد ته یو پاچا ګټور دی‪ .‬دا د یو‬
‫سرتاسري امنیت ملړنۍ یوه تاریخي مرحله وه چه دا هیواد‬
‫ئې شاهد وو‪ .‬د امنیت په الر کې امیر هیڅکله له‬
‫شدیدترینو مجازاتو دریغ ونکړ‪ .‬یو مثال ئې د یو غله دی‬
‫چه د کابل او د جالل آباد د الرې په اوږدو کې ئې غالوې‬
‫کولې او د دولت د کاروان مالونه ئې هم څو ځله چور کړې‬
‫وو‪ .‬او د امیر په خذمت کې ئې اوښان هم غال کړې وو ‪.‬‬
‫بالخره ئې دا غل ونیوو او د مجازات په منظور ئې په یو‬
‫قفس کې کیښود‪ .‬دا قفس ئې د کابل جالل آباد د سړک‬
‫په غاړې چه خلک ترې تیریدل د غره پداسې یوه کمره له‬
‫‪672 of 1205‬‬

‫پاسه ئې کیښود چه هر الروې لید‪ .‬او هماغه غل په هماغه‬


‫قفس کې د هماغه غره په سر مړ شو او وچ کلک پاته وو‪.‬‬
‫چه په میاشتو میاشتو همالته په عبرت پاته وو او همداسې‬
‫یو مجازات ئې د هرات په بند کې هم په یو غله تطبیق کړ ‪.‬‬
‫بالخره د دې هیواد د اوسیدونکو په پیړیو عادت شوی د‬
‫غال او غدۍ عادت همدې امیر له منځه ویووړ‪ .‬چه هیڅکله‬
‫ئې پخپله هم په خپل کور کې او یا د تخت په سر آرام‬
‫ونکړ‪ .‬د دربار مخې ته به ئې چه کله هره ورځ وزیران او‬
‫جنراالن ناست وو‪ ،‬ورسره به ئې خپل آس زین کړی له‬
‫وسلو سره " توپک او توره " د رسمې دفتر مخې ته والړ‬
‫وو‪ .‬او هره ورځ به یو کنډک امنیتې خاص پوځیان‬
‫تیارسی والړ وو چه د احتمالې پیښې مخه ونیسې‪ .‬پخپله‬
‫امیر لیکې چه‪:‬‬
‫”زه به په میاشتو ال هم له خپل رسمي کار ځای نه دوه‬
‫دروازې لیرې خپل حرم سرای ته تلی نشولم‪ .‬او په هماغه‬
‫دفتر کې به ویده شولم‪ .‬او زما لیدلو ته به کله کله زما واړه‬
‫بچیان یا ملسیان راغلل‪ .‬نو ما به په خپل رسمي ځای کې‬
‫له رسمي کارونو وروسته دا فرصت پیدا کړ چه لوبې‬
‫‪673 of 1205‬‬

‫ورسره وکړم‪ .‬آن تر دې چه خپل یو اوړ ماشوم به مې په‬


‫خپله شاه سپور کړ لکه چه په آس سپور شوی وي او ما‬
‫به لکه آس منډې وهلې…“‪.‬‬

‫دې امیر د وطن د آبادي لپاره او خصوصا َ د دوو ابر‬


‫قدرتونو "انګریز او تزاری قدرت" تر منځه پروت د‬
‫افغانستان په خود کفائی او دفاعي مطلب زیات پام وو چه‬
‫په خپل مټ خپل هیواد لداسې نژدې پرتو خطرونو او‬
‫قوتونو وساتلی شي‪ .‬نو ئې د وسلو جوړولو فابریکې ته‬
‫زیات قوت ورکړ‪ .‬چه دا فابریکه د امیرشیرعلي خان په‬
‫وخت کې تهداب ګذاري شوې وه‪ ،‬مګر امیرعبدالرحمن‬
‫خان زیات زیار او مصرف څخه کار واخیست‪ .‬ډیر ځله به‬
‫پخپله همدې فابریکې ته ورغی چه ال نن هم په "ماشین‬
‫خانه" یادیږي او د توپونو د جوړیدو په کار کې به ئې‬
‫برخه واخستله‪ .‬انسان کله چه د نوموړي یاداشتونه لولي‬
‫نو د انسان له سترګو څخه د لوی تزار "پطر کبیر" د‬
‫پطرزبورګ د ښار هلې ځلې تیریږي چه پخپله به ئې د‬
‫ښار په جوړیدو کې په نجاري او حجاري کې برخه‬
‫‪674 of 1205‬‬

‫آخستله او بیا ئې همدا د "سویدن" د هیواد د مستعمرې‬


‫سیمه چه ئې په جنګ کې له سویدن څخه نیولې وه یو لوی‬
‫ښار جوړ کړ‪.‬‬
‫نور امیر د افغانستان د هیواد دننه د خلکو په‬
‫سرکوبولو کې کامیاب شوی وو‪ .‬ډیر سرونه پریشوي وو‪،‬‬
‫ډیر زندانونه ډک شوي وو‪ ،‬ډیر جایدادونه ضبط شوی او‬
‫کالوې ورانې کړل شوې وې‪ .‬ډیر خلک برطانوي هند ته‬
‫تبعید کړل شوي وو او ډیرو افغانانو د امیر له ډاره خپل‬
‫کور او کلي پریښودل د مهاجرت او د فرار الره ئې ونیوله‪.‬‬
‫چه ځینې افغانان آن تر آسترلیا پورې له خپلو اوښانو‬
‫سره ورسیدل او په آسترلیا کې میشته شول‪ .‬نور نو چا په‬
‫خپل کور کې ال په ډاډه زړه د امیر له ظلم څخه د شکایت‬
‫دوه خبرې هم کولی نشول‪ .‬په افغانستان کې یوه د مرګ‬
‫خاموشي پریوتله‪ .‬او نفوس ئې هم کم شو‪ .‬او ژوند‬
‫پداسې یوې ورځنۍ شکنجې واووښت چه د هر فرد په‬
‫سینه کې یوازې د هغې ورځې د ژوندي پاته کیدو په سر‬
‫د شکر ویستلو تر څنګ‪ ،‬مګر نه چه سبا ته به هم آیا‬
‫ژوندی پاته شي باور موجود وو‪ .‬او دا رنګه د ژورې‬
‫‪675 of 1205‬‬

‫خاموشي په د ننه کې پراته پراخه د ژوند ملنې د افغانانو د‬


‫پیژندنې دننه یو له بل سره د دښمنیو د کین زاړه خویونه‬
‫هم میدان ته وویستل‪ .‬پدې مانا چه هر دښمن ته دا‬
‫فرصت په الس ورغلی وو چه د خپل دښمن رپوټ امیر ته‬
‫وکړي او لدې الرې د خپل انتقام آرمان تر سره کړي‪ .‬مګر‬
‫ناخبره لدې چه انتقام آخستونکی به هم د بل انتقام او د‬
‫رپوټ ښکار وګرزید‪ .‬خصوصا َ چه د امیر مجازات پخپله‬
‫له امیر څخه ټاکل کیده او عموما َ عمومي مجازات وو‪ .‬چه‬
‫د مثال په توګه به په هغه کلي کې غال یو نفر کړې وه او یا‬
‫که به د امیر د مخالف چا د سیاسي تعقیب په سلسله کې‬
‫هماغه څوک چه باید نیول شوی وای‪ ،‬مګر یا که د هغه‬
‫ځای له سیمې څخه د تیر شوي مخالف په هکله به امیر ته‬
‫رپوټ ورکړ شوی نه وو او یا که به د هغه کلي له دننه‬
‫څخه د فرار په حال کې تعقیب شوي ته چا ډوډۍ او یا‬
‫شپه ورکړې وه او امیر ته به ئې رپوټ رسیدلی وو‪ ،‬نو د‬
‫سیمې او د کلي ټول اوسیدونکي به له سختو جزاګانو‬
‫سره مخ شول‪.‬‬
‫‪676 of 1205‬‬

‫یوه مقایسه زمونږ مخې ته دریږي‪:‬‬


‫چه د امیرعبدالرحمن خان او د امیرآمان اهلل خان تر‬
‫منځه په امنیت دریږي او اصلي مطلب د امنیت د آخرینی‬
‫مطلب موضوع ده‪.‬‬
‫‪ .۱‬په افغانستان کې له امیر عبدالرحمن خان څخه نه په‬
‫پخوا پیړیو کې داسې امنیت وجود درلود کوم چه دا امنیت‬
‫امیر راووست‪ ،‬چه حتی د تجربې لپاره به ئې د کابل په‬
‫کوڅو او سړکونو کې یا پیسې واچولې او حتی ډیر ځله به‬
‫ئې طالوې هم واچولې مګر چا به الس نه ورووړ‪ .‬او نه هم‬
‫تر دا ننه پورې ‪۲۰۰۴‬م بیا داسې امنیت په وطن کې چا‬
‫ولید‪ .‬الکن خبره داده چه دا امنیت د څه لپاره وو؟ او کله‬
‫چه یو قوي مرکزي دولت او قوت جوړ شو‪ ،‬نو امیر په‬
‫همدې خپل آرمان پوه شوی وو چه نور یوازې دده په‬
‫وړاندې بغاوتونه خاموشه کړل شوي دي او خپل مراد ته‬
‫رسیدلی دی‪ .‬او پدې ئې اعتراف کړی دی چه "د‬
‫افغانستان خلک باید پخپله د خپل امنیت د ساتلو د‬
‫مسئولیت احساس پیدا کړي‪ .‬او هم د آزادي د لیاقت‬
‫‪677 of 1205‬‬

‫خاوندان شي‪ .‬او تر هغه وخته چه د همداسې پکر او‬


‫تالش خاوندان کیږي باید د یو مرکزي قوت له تحکم الندې‬
‫پاته وي“‪.‬‬
‫د امیر په زمانه کې شا او خوا سیاسي شرطونه هم‬
‫په دننه وطن کې او هم د دو رقیبو امپراطوریو د رقابت‬
‫”تزاري امپراطوري او د انګریزانو امپراطوري" په ارتباط‬
‫د افغانستان د موجودیت او د وطن د ساتنې ضرورت له‬
‫هر څه مهم وو چه امیر ورته متوجه وو‪ .‬نه چه د امنیت په‬
‫راوستلو هغه ملړنی شرط په ځای شوی وو چه له امنیت نه‬
‫وروسته دننه هیواد کې د معارف په لور ګام واخلي‪.‬‬
‫‪ .۲‬مګر امیر آمان اهلل خان که د افغانستان استقالل‬
‫اعالن هم کړ " کال ‪۱۹۱۹‬م“‪ ،‬الکن یوازنی آرمان ئې‬
‫معارف وو چه هیواد د پوهې او د سواد او تعلیم له الرې د‬
‫معاصر جهان د ترقي پړاو ته ورسوي‪ .‬خو امیر آمان اهلل‬
‫خان د امنیت په موضوع پام نه وو کړی‪ ،‬چه دا د دوو‬
‫امیرانو تر منځ بارزه فرق وو‪ .‬څومره چه امیرعبدالرحمن‬
‫خان د جاسوسانو په روزلو او نازولو کار کاوو او د خلکو‬
‫په سرکوبولو کې ئې له همدې جاسوسي اردو نه کار‬
‫‪678 of 1205‬‬

‫واخیست‪ ،‬مګر د امیر آمان اهلل خان مشهوره خبره دا پاته‬


‫شوې ده چه ویل به ئې "زه د معارف اردو غواړم‪ ،‬نه د‬
‫جاسوسانو اردو‪ .‬زه غواړم چه د معارف په اردو خپل وطن‬
‫آباد کړم نه چه د جاسوسي تشویق او ذهن په هیواد کې‬
‫پخش کړم“‪.‬‬
‫دا دوه فرصتونه وو چه د تاریخی حادثو او هم د‬
‫دو مهمو تاریخي مرحلو په توګه مګر عبث تیر شول‪.‬‬

‫د نوې تُرکیې جوړونکی او د امیر آمان اهلل خان ډیر‬


‫صمیمي دوست "مصطفی کمال پاشا“‪ ،‬امیر آمان اهلل‬
‫خان ته هغه وخت لیک واستاوو چه کله آمان اهلل خان‬
‫آتاتورک ته ولیکل چه "زه به ستا د اصالحاتو الره تعقیب‬
‫کړم“‪* .‬د اصالحاتو پروګرام کوم چه موږ ئې په عملي‬
‫کولو متعهد او مشغول یاستو ډیر ژور دي چه مخې ته‬
‫خنډونه هم لري‪ ،‬ځکه چه د علم او معارف دښمنان هم‬
‫خپل پروګرامونه لري‪ .‬او دوی د وطن دښمنان هم دي چه‬
‫له دښمنانو سره مقابله په قوي پوځ تر سره کیدلی شي‪.‬‬
‫‪679 of 1205‬‬

‫پوځ وسیله ده چه موږ د وطن د آبادي پاک هدف ته رسوي‬


‫او زموږ هدفونه معلوم دي…“‪.‬‬
‫څومره چه هدفونه معلوم وو‪ ،‬مګر دښمن هم معلوم وو‪ ،‬چه‬
‫هغه داخلي ارتجاع وه‪ .‬چه د هر نیک او نوي په مقابل کې‬
‫دریدل‪ ،‬نه ئې غوښتل چه د جهالت د تیارو په له منځه وړلو‬
‫سره ددوی هم تورې آرزوګانې له منځه والړې شي‪ .‬ځکه‬
‫دوی د جهالت د تیارو علتونه وو او مرګ ئې هم د علم په‬
‫ملر او رڼائی کې وو‪ .‬لکه څرنګه چه په افغانستان همدا‬
‫ارتجاعي تیارې وښوریدلې او امیر آمان اهلل خان ئې د‬
‫”کافر“ په فتوا له وطنه تیښتې ته مجبور کړ‪.‬‬
‫امیر عبدالرحمن خان نور زوړوالي ته رسیدلی وو‪ .‬د‬
‫نقرص له ناروغي څخه ئې دردونه تیرول او دې امیر په‬
‫ملړي ځل د کابل له باالحصار نه الندې د نني شاهي ارګ‬
‫له جوړولو سره تخت له باالحصار څخه راکوز کړ‪ .‬پخپله به‬
‫ئې د ارګ په نقشې او په مهندسي کار کاوو او بیا ئې د‬
‫باغ باال د غونډۍ په سر ځانته قصر جوړ کړ‪ .‬او د ژوند په‬
‫آخري ورځو کې په همدې قصر کې پروت وو چه د قصر‬
‫شاوخوا یوه خاموشي پرته وه‪ ،‬پدې منظور چه امیر‬
‫‪680 of 1205‬‬

‫ناراحته نشي‪ .‬امیر له شلو کلو زیاته پاچاهي وکړه‪.‬‬


‫څومره ئې چه شخصي ژوند له ماجرا او جنون ته ورته‬
‫جسارت څخه ډک تیر شوی وو‪ ،‬همداسې ئې د پاچائي د‬
‫ټولې مودې ژوند ئې آرام ونه لید او استراحت غوښتونکی‬
‫پاچا نه وو‪ .‬یو ځل په مزار کې ئې چه کله د عسکرو د‬
‫یوې قطعې "غنډ" د رسم ګذشت لیدنه کوله‪ ،‬نو الندې د‬
‫عسکرو د یو دلګي "لس نفره" له کتار څخه یو عسکر په‬
‫سرعت جال شو او په خپل توپک ئې چه په غال یې یو‬
‫کالتوس ساتلی وو‪ ،‬نو مخامخ د امیر مخې ته ودرید او‬
‫ماشه ئې کش کړه چه امیر ووژني‪ .‬مګر امیر د یوې‬
‫معجزې په شکل په ډیره کمه فاصله کې ترې بچ شو‪ .‬او د‬
‫غنډ صاحب منصبانو دا عسکر په تورو وواهه او په ځمکه‬
‫ولوید‪.‬‬
‫نه امیر په هیچا باور درلود او نه ئې وزیرانو او‬
‫جنراالنو په امیر باور درلود‪ .‬لکه څرنګه چه امیر په خپلو‬
‫یاداشتونو کې لیکي‪:‬‬
‫”… زه به چه په خپله شاهي رسمي دفتر کې له خپلو‬
‫وزیرانو او جنراالنو سره هره ورځ په وطني کارونو او د‬
‫‪681 of 1205‬‬

‫وظایفو په منظور ناست ووم‪ ،‬نو هره ورځ به چه زما وزیر‬


‫په هغې ورځې ژوندی کور ته ورسید له خدایه به ئې شکر‬
‫وویست چه په هغه ورځ هم ژوندی پاته شوی دی‪ .‬او د‬
‫امیر له غضب سره او له مرګ سره ندی مخامخ شوی‪ .‬او‬
‫ما به هم هره ورځ پدې شک ژوند تیراوو چه کومه ورځ به‬
‫د کوم وزیر او یا جنرال او یا ډلې له خوا له ناڅاپي یرغل‬
‫سره مخامخ کیږم او چا به زما د وژلو پالن سنجولی‬
‫وي؟…“‪.‬‬
‫امیر په خپل اعتراف چه په خپل ال س یې هم ډیر په‬
‫توپ کې آلوزولي او وژلي وو‪ .‬مګر پخپله دده مرګ هم‬
‫بیرته د ده د ځوان زوی "شهزاده حبیب اهلل" په الس سرته‬
‫ورسید‪.‬‬
‫امیر یوازې په یو هندي ډاکتر باور درلود‪ ،‬متیقین وو چه د‬
‫نوموړي هندي ډاکتر السونه پاک دي‪ ،‬کومه دسیسه نلري‪.‬‬
‫خو له څو ورځو یو نفر د هندي ډاکتر الره څارله چه په‬
‫معین ساعت به ئې د امیر خونې ته دوا وړله‪ .‬یوه ورځ‬
‫ډاکتر ناڅاپه له یو نفر سره مخامخ شو چه له پتناسه څخه‬
‫ئې د دوا ګیالس واخیست‪ .‬مګر ډاکتر چه کله عکس العمل‬
‫وښود‪ ،‬د نوموړی شخص له خوا یې کلکه څپیړه په مخ‬
‫‪682 of 1205‬‬

‫وخوړه‪ ،‬پدې لنډ هوشدار چه‪" :‬چُپ ! که امیر صاحب‬


‫خواب است !“‪ .‬او سبا ته امیر پور پریکړ‪ .‬خپل زوی ئې په‬
‫ګیالس کې زهر ور آچولي وو‪.‬‬
‫بې باوري‪:‬‬

‫که امیرعبدالرحمن خان مړ شوی هم وو‪ ،‬مګر له هغه نه په‬


‫هزارجات او بدخشان کې له پریکړو سرونو څخه ”منارونه“‬
‫هم پاته وو‪ .‬دا پداسې یو هیواد کې چه تویه شوې وینه‬
‫هیڅکله وچه شوې نه وه‪ .‬دا وینه که د قامونو تر منځه له‬
‫قامي دښمنیو څخه تویدله او که د دولت په توره بهیدله‪،‬‬
‫الکن دې هیواد کې چه افغانستان نومیږي‪ ،‬وینې تل‬
‫انتقام آخستی دی‪ ،‬وچه شوې نده‪.‬‬
‫مونږ ته په میراث له پیړیو د انتقام او غچ آخستلو‬
‫عادت نسل په نسل رسیدلی او حتی زموږ د منفي فرهنګ‬
‫د افتخار مقام ته رسیدلی‪ .‬او انتقام زمونږ خصلت شوی‬
‫دی چه ددې واقعیت ثبوت او سند دی‪ ،‬چه د څرنګه یو‬
‫وحشت ریښې زمونږ د ژوند او جهالت په تیارو کې بیرته‬
‫زمونږ د انساني پکر د پیدا کیدو مخې ته ودریدلې او‬
‫‪683 of 1205‬‬

‫هماغه ریښې زمونږ د ژوند په رګونو کې په ټول قوت‬


‫وځغلیدلې‪.‬‬
‫د افغانستان په نوم د هیواد له اعالنیدلو نه مخکې هم‬
‫او وروسته هم ددې خاورې اوسیدونکي په دواړو حاالتو او‬
‫د ژوند په مرحلو کې په "ځاني دفاع" او ژوند تړلي پاته‬
‫شول‪.‬‬
‫او له هغه وخته چه پیړۍ پخوا او په هماغو لیرې‬
‫زمانو کې چه کله په ملړي ځل د "افغان" نوم پیدا شو او‬
‫بیا کرار کرار غوږو ته ئې د نوم غږ ورسید‪ ،‬له هماغه‬
‫زیږیدو څخه زمونږ رګونه له "بې باوري" څخه ډک شوي‬
‫دي‪ .‬او زمونږ وینه د "ځاني دفاع" په الر که تویه شوې‬
‫ده‪ .‬مونږ همدا قانون درلود او په همدې قانون کې لوی‬
‫شولو‪ .‬نه مونږ په خپل قام او کلي کې تر خپلو منځو باور‬
‫درلود‪ ،‬نه مو په کورونو کې د "باور وړنګې" لیدلې‪ .‬کله چه‬
‫بیا دولت پیدا شو‪ ،‬مګر په دولت مو هم باور ندرلود‪ .‬آیا دا‬
‫د یو "عادل پکر‪ ،‬قضاوت او عدالت" نشت والی ندی؟‬
‫همداسې ده ! ځکه چه باور په عدالت وي‪ .‬دا عدالت دی‬
‫چه حقیقت لري او دا حقیقت دی چه باور او اعتماد پیدا‬
‫‪684 of 1205‬‬

‫کوي‪ .‬مګر مونږ داسې یوه تکیه ندرلودله‪ .‬ال تر ننه په مونږ‬
‫کې یو په بل‪ ،‬هم په دولت او هم مو په هیڅ مسلک باور‬
‫پیدا نکړ‪.‬‬
‫همدې بې باوري ددې هیواد اوسیدونکي سخت‬
‫ستومانه کړل‪ .‬بیا دې ستوماني بیرته په مونږ کې دننه دننه‬
‫د یو سرګردانه روح په ناروغه ذوق وتړلو‪ .‬چه کله مونږ په‬
‫همدې ناروغ ذوق عادت شولو‪ ،‬بیا په مونږ د عدالت نوم او‬
‫د عدالت قانون بد لګید او مونږ ته پردی وو‪ .‬د انساني‬
‫ژوند په هکله زمونږ دا رنګه انساني پکر فلج شوی وو‪ .‬او‬
‫داسې انساني غوښتنې البته چه یو انساني عزم غوښت‬
‫چه جوړونکی وو‪ .‬مګر په مونږ کې پیدا نشو‪ ،‬ځای ئې‬
‫ورانونکي عادت او هم ورانونکي ناروغ ذوق ونیوو‪.‬‬
‫دا قامي دښمنۍ نه وې چه د بې باوري علت وګرزید‪،‬‬
‫بلکه دا بې باوري وه چه یو ئې بل ته دښمنان کړل‪ .‬دا‬
‫پخپله ال له ابتدا څخه په هماغو اوسیدونکو کې د معنوي‬
‫فضیلت کمزوري وه چه نیک پکر ته ئې وده او تکامل‬
‫ورنکړ‪ .‬بلکه دا د دروني تمایل خشم وو چه خشم پذیر‬
‫شول‪ .‬چه هم شاه او هم ګدا په همدې هیواد کې په‬
‫‪685 of 1205‬‬

‫همداسې تیارو تړل شوي وو‪ .‬په افغانستان کې د شاه له‬


‫ګدا څخه فرق دا وو چه شاه له ګدا څخه ال زیات فریب‬
‫کاره وو‪ .‬د همدې کږې الرې او د وحشت په تیارو کې ئې‬
‫ال زیات مهارت درلود‪ .‬امیرعبدالرحمن خان د همداسې‬
‫مهارت استعداد درلود او په سرکوبولو کې ئې جسارت‬
‫درلود‪ .‬ټول روح ئې له بې باوري څخه ډک وو‪ .‬لوی دښمن‬
‫ئې بیرته خپل رعیت وو‪.‬‬
‫دا د امیر د پاچاهي کیسه نده‪ ،‬بلکه دا یوه موضوع‬
‫ده چه د افغانانو درون مایه مطالعې ته باسي او د‬
‫افغانانو له وجود څخه هغه دروغجنې جامې راباسي چه د‬
‫روشنفکرانو په نوم په افغانستان کې پیدا شوی یو‬
‫دروغجن قشر خپل هیواد او خلکو ته همدا جامې‬
‫ورواغوستلې‪ .‬دا پخپله د جرم یو بل شکل وو چه بیا ئې‬
‫هم د علت ریښې د "بې باوري" په تل او بنیاد کې وې‬
‫او پدې هیواد کې نه د دولت د وزیر په خبره باور وو او نه‬
‫د ژوند په سبا باور وو‪.‬‬
‫‪686 of 1205‬‬

‫د کمونستانو د اقتدار په وخت کې دلته د کابل په کورونو‬


‫کې هر اوسیدونکي هره شپه له خپل ځان سره د خوب‬
‫د بسترې خوا ته هغه ضروري شیان د تیارسۍ په حالت‬
‫کې کیښودل چه په زندان کې کار ترې واخلي‪ .‬بې لدې‬
‫چه د کوم مشخص دلیل یا جرم علت په منځ کې وي‪.‬‬

‫او چه کله په کابل له "چارآسیا" څخه د اسالمي حزب‬


‫مشر د "ګلبدین حکمتیار" راکټونو په ښار‪ ،‬او له پغمان‬
‫څخه د اتحاد اسالمي مشر "عبدالرب رسول سیاف" د‬
‫حزب د هاوان توپونو د کابل په غربي ساحې فیرونه کول‪،‬‬
‫نو مشکل وو چه یو څوک د خپل قضای حاجت او ضرورت‬
‫په وخت کې د خپل کور په خاکنداز کې په آرام زړه‬
‫کشیني‪ .‬ځکه چه ډیر خاکندازونه په راکټونو چه کله‬
‫ولګیدل‪ ،‬نو په خاکنداز کې د ناست انسان غوښې او‬
‫وینې د خاکنداز له غولو سره یو ځای ګډوډ هوا ته والوتل‪.‬‬

‫او هغه پښتون چه په خپله سیمه کې د دښمن له ډاره له‬


‫خپله کوره وتلی نشو‪ ،‬چه په وتلو کې به ئې توپک له ځان‬
‫‪687 of 1205‬‬

‫سره ګرځاوو او پدې به مطمین او ډاډه نه وو چه په کوم‬


‫ګام کې به د کوم کمره له څټه ډز پرې کیږي‪.‬‬

‫او هغه پاچا به چه په خپل رسمي دربار کې ناست وو او‬


‫د همدې شاهي رسمي دفتر د خونې د وره په هر ځل له‬
‫خالصیدو سره په وره کې آیا د کوم بد غږ د آوریدو یا د‬
‫یوې پټې دسیسې د کوم عمل د پیښیدلو په شک به ئې‬
‫راغلي شخص ته کتل‪ .‬ځکه چه د پاچا الس د بل چا د‬
‫سترګو په ویستلو په همدې جرم ککړ شوي وو‪ ،‬چه یا ئې‬
‫ورور وو او یا ئې د فامیل بل غړی وو‪ .‬چه نور ئې نه په‬
‫خپل فامیل کې آرام درلود او نه د تخت په سر به آرام‬
‫ناست وو‪.‬‬
‫دا د پیړیو د ژوند داستان دی چه په افغانستان کې د‬
‫ژوند مفهوم په واقعیت کې له یو سرګردانه روح څخه اوږده‬
‫کیسه ده‪ .‬دا کیسه د افغانانو په وینو لیکل شوې ده‪ ،‬چه‬
‫هم ددې هیواد د پاچایانو او هم ددې هیواد د اوسیدونکو‬
‫وینې ګډې وډې ددې هیواد په خاوره توئې شوي دي‪.‬‬
‫‪688 of 1205‬‬

‫امیرعبدالرحمن خان د خپل زوی له خوا وژل شوی وو‪،‬‬


‫مګر د خپل زوی وینې ئې هم په لغمان کې د "کله ګوش"‬
‫په سیمه کې توئې شولې‪ .‬چه همدا "امیر حبیب اهلل خان"‬
‫د ښکار لپاره دغې سیمې ته د ژمي په موسم کې تللی وو‪.‬‬
‫او د ماښام په ډوډۍ کې یو نامعلوم الس د خوب دوا د‬
‫امیر د پاخه شوي ماهي په پیشقاب کې ګډه کړې وه او‬
‫دا په خپله خیمه کې په درانه خوب ویده امیر د خیمې‬
‫شاوخوا د پیره دارانو په لرلو سره د تپانچې په مرمۍ په‬
‫شقیقه وویشتل شو‪ .‬د ماشې کشکونکی دده د دربار یو‬
‫غالم بچه وو او د "غوربند" یو ځوان وو‪ .‬مګر ددې قاتل له‬
‫الس سره ئې هم د زوی "شهزاده آمان اهلل خان" او هم د‬
‫دربار او د شاهي کورنۍ غړي په شمول د آمان اهلل خان‬
‫د مور چه "د کندهار د بارکزي قام پښتنه وه" ټول السونه‬
‫پټ شریک وو‪ .‬چه ئې همدا جرم سرته ورساوو‪.‬‬

‫ژوند په افغانستان کې د ژوند نا آرامه خوبونه وو‪ ،‬چه د‬


‫ژوند رګونو له همداسې بې باوري څخه په ډک شوې وینې‬
‫اوبه کیدلې چه هر څڅیدلي څاڅکي د ګناه له تیارې سره‬
‫‪689 of 1205‬‬

‫د خپل مجازات پای د یو نوي په پیل اعالناوو‪ .‬چه د‬


‫جرمونو د یو لوی ځنځیر د تسلسل هره کړۍ زمونږ د ژوند‬
‫او د تاریخ یوه پاڼه شوله‪ .‬او همدغه علت وو چه په مونږ‬
‫کې جرم او ګناه پای ونه موند‪ .‬پدې خاورې د وینې هر‬
‫څڅیدلي څاڅکي د یو بل انتقام په آخستلو وهڅولو‪ .‬او د‬
‫ګناه تیارو غرقولو‪ ،‬ځکه چه دروغ پای ونه موند‪ ،‬فریب او‬
‫منافقت په عادت واووښتل‪ .‬چه بالخره د پیړیو په اوږدو‬
‫کې د صداقت او د اخالقي معنویت د غږ په وړاندې زمونږ‬
‫غوږونه پردي شوي او کاڼه شوي آموخته شول چه په مونږ‬
‫ئې غږ بد لګید‪ .‬نه دولت "حقیقت او رشتیا" ویل او نه‬
‫رعیت حقیقت او رشتیا منل‪ .‬ځای ئې دروغ د همدې ګناه‬
‫جرمونو ونیوو‪ .‬او ګناه او جرمونو مجرمین ډیر کړل چه د‬
‫افغانستان د هیواد هر فرد په دروغو کې لوی شو او له هر‬
‫فرد نه ئې یو مجرم جوړ شو‪ .‬چه ژبې ئې د حقیقت په ویلو‬
‫ګونګې شوې وې او غوږونه ئې د صداقت په آوریدلو کاڼه‬
‫شوي وو‪ .‬او په همدې اخالقي کمزوري کې ټول راټول‬
‫مګر هیڅ یوه د مقابل جرم ته ګوته نیولی نشولی چه پخپله‬
‫هغه ګوته له دروغو او له ګناه پاکه وي‪.‬‬
‫‪690 of 1205‬‬

‫موږ قانوني دولت ندرلود او دولت ملي قانون ندرلود‬


‫چه هغه قانون د افغان د خپلې سینې د عدالت غږ وي‪.‬‬
‫مونږ د اسالم د شریعت په قانون تړل شوي وو او په نتیجه‬
‫کې هغه چه انساني اخالق او معنویت بښونکی دین وي‪،‬‬
‫مګر مونږ داسې دین هم ندرلود‪ .‬مونږ د ګناه خپل تعریف‬
‫هم ندرلود چه زمونږ د خپل روح ساتونکي له ریښو څخه‬
‫وي‪ .‬بلکه د یو دردناک عبرت موضوع داده چه‪:‬‬
‫مونږ اخالقي فضیلت ته ګناه ویله‪.‬‬
‫جنایتونه زمونږ دین او عبادت شوی وو‪.‬‬
‫که چا د عربو د جهاد جنایتونه ردول‪ ،‬نو زمونږ په‬
‫ټولنه کې هغه شخص یو کافر وو‪.‬‬
‫او که چا د عربو یو تیروریست او قاتل عرب په‬
‫پیغمبری مانه‪ ،‬نو هغه افغان د اسالم له ژبې خدای ته‬
‫منلی وو ‪.‬‬
‫کله چه وایو چه مونږ د ګناه او د جرمونو تیارو‬
‫غرقولو‪ ،‬دا خبره خیالي خبره نده‪ .‬له هغه وخته چه د اسالم‬
‫د جنایتونو او تجاوزونو د ګناه تیارې پدې هیواد کې د‬
‫”خدای د دین“ په نوم ومنل شولې‪ ،‬له هماغه وخته‬
‫‪691 of 1205‬‬

‫راهیسې تر دا ننه مونږ په شپه او ورځ کې ټول عمر خپل‬


‫انساني او اخالقي روح پخپله پخپل ځان کې خپل ځانته‬
‫دښمن ګڼلی‪ .‬د کافر په نوم په خپل ځان کې زمونږ خپل‬
‫پاک انسان د اسالم په ژبه رټل شوی دی‪ .‬پدې توګه مونږ‬
‫د خپل روح معنوي او انساني اصالت پخپل الس وژلی‬
‫دی‪ .‬مونږ د خپل اخالقی شرف قاتالن شوي یاستو‪ .‬له‬
‫مونږ څخه پردی اسالم همدا قاتالن جوړ کړي دي‪.‬‬
‫دا د هغې پوښتنې ځواب هم دی چه مونږ که بیا‬
‫وروسته دولت هم پیدا کړ او خپل وطن مو هم اعالن کړ‪،‬‬
‫که موږ پیسې او چوکۍ او مقامونه هم پیدا کړل‪ ،‬او که‬
‫لوړ تحصیالت مو هم تر السه کړل‪ ،‬الکن مونږ ولې یو پاک‬
‫روح پیدا نکړ چه ئې مونږ ته د اخالقي وجدان مقام بښلی‬
‫وای‪ .‬او د یو او بل په ژبه او په پاک نیت او په صداقت مو‬
‫باور راغلی وای؟! مګر په مونږ کې داسې یو پاک روح پیدا‬
‫نشو‪ ،‬دا ځکه چه د اسالم په منلو په مونږ او د جهان په‬
‫هیڅ یو منونکي کې د اخالقي وجدان پاک روح پیدا شوی‬
‫ندی‪ ،‬چه ځانو ته مسلمانان وائي‪ .‬دې کږې الرې څخه‬
‫مونږ د خپل شخصیت باور ته هم ونه رسیدلو‪ .‬په نتیجه‬
‫‪692 of 1205‬‬

‫کې مونږ د دروغ ویلو او د دروغو د منلو الره ونیوله او هر‬


‫څه مو د فریب له الرې تر السه کیدل او د فریب له الرې‬
‫مو بیرته له السه وتل‪ .‬په مونږ کې د دوستي پاکې کلیمې‬
‫هم له فریب کاریو څخه آزار ولید او دوستي هم یو دروغ‬
‫وو‪.‬‬
‫زموږ د ورځني ژوند چلونکی قوت فریبکاري او‬
‫منافقت وو‪ .‬که امیران او پاچایان هم وو او که رعیت هم‪،‬‬
‫دواړه په همدې قانون تړلي وو‪ .‬پداسې تګ الره کې‬
‫خصوصا َ د کابل اوسیدونکو کابلیانو ځان ښکاره کړ‪ ،‬چه‬
‫د والدینو فخر په خپلو هغو اوالدونو وو چه هغوی به ال له‬
‫وړکتوب څخه تشویق کیدل پدې خبرې چه‪ِ " :‬رند او‬
‫پیشرفته" دي‪ .‬تر ننه پورې د ِرند او پیشرفته مانا دا پاته‬
‫شوه‪ ،‬چه حیا او شرم ونلري‪ .‬د فریب او چل ماهر یو‬
‫چاالک مخلوق او غل وي‪ .‬پدې الره کې له هر رنګه منافقت‬
‫او جسارت نه په کار آخستلو بیرته د خپلو والدینو له خوا‬
‫تشویق کړل شي‪ .‬چه ال نن هم په کال ‪۲۰۰۴‬م کابل او د‬
‫کابل اوسیدونکي دولتي وارثان او د سوداګرو زامن او‬
‫رشنفکران همداسې دي‪ .‬پدوی د روشنفکري او تحصیل‬
‫‪693 of 1205‬‬

‫آغیزه انساني او وجداني شوې نده‪ ،‬چه پدې هیواد کې په‬


‫همدې علت تر دا ننه "روشن ضمیران" پیدا نشول‪ .‬چه د‬
‫خپل اخالقي شخصیت د لرلو ثبوت د حقیقت په بیان او د‬
‫حقیقت په منلو ښکاره کړي او له خپل اخالقي وجدان‬
‫څخه ئې پرته بل مقام‪ ،‬چوکۍ‪ ،‬رتبه او ثروت لوړ نه وي‪.‬‬
‫مونږ تر دا ننه همداسې یو اخالقي غرور ته سخت محتاج‬
‫یو‪ ،‬چه په یو میلیون افغانانو کې پدې تمنا چه که ګوندې‬
‫کوم یو نفر ئې هم ولري د سپاس ځای به وي‪ .‬چه که‬
‫همداسې وي‪ ،‬نو د افغانستان د نفوس موضوع هم باید‬
‫سر له نوې له غور الندې د یو مهم مطلب په توګه ونیول‬
‫شي‪ ،‬چه آیا مونږ په افغانستان نومي هیواد کې یوازې‬
‫څو نفره لرو چه عبادت ئې د جنت او جهاد له آرمان او‬
‫جرمونو څخه پاک وي؟ او یوازې د خپل وجدان د پاک روح‬
‫په اصالت باور ولري او خدای ئې خپل همداسې وړنګین‬
‫باور او نیک وجدان وي؟ مګر د افغانستان اوسیدونکي‬
‫مسلمانان او دا د اسالم په جرمونو تړلي غالمان له پیړیو‬
‫راهیسې تر دا ننه پورې د داسې یو باور په پکر او د پیدا‬
‫کولو په تالش نشول‪ .‬او د اسالم الره به ئې وروسته لدې‬
‫‪694 of 1205‬‬

‫هم هیڅکله د خپلې ژبې پاکي او رښتیا ویلو ته ونه‬


‫رسوي‪ .‬تل به له دروغو کار آخلي او په خپلې همدې ګناه‬
‫او تیارو به بالخره پوه نشي چه څرنګه ئې د شلمې پیړۍ‬
‫په پای کې نني ذلت ته ورسول‪.‬‬

‫او نن یې السونه په ګدایګري هغو جهانیانو ته په زاریو‬


‫نیولي دي کوم هغوی ته چه دوی بیدینه او کافران وائي او‬
‫د هغوی وژل د خدای د دین جهاد ګڼي‪ .‬سرکونه غواړي‪،‬‬
‫شفاخانې غواړي‪ .‬معلم نشته‪ ،‬ډاکتران نشته‪ ،‬مکتبونه‬
‫وران شوي‪ ،‬دواګانې غواړي‪ ،‬د څکلو اوبه غواړي‪ ،‬پُل او‬
‫پُلچک جوړول غواړي او ډوډۍ غواړي‪ .‬او غواړي چه‬
‫جهانیان ئې ورکړي‪ ،‬او نور ئې ورته جوړ کړي‪ .‬نور ئې‬
‫ورکړي‪ ،‬مګر دوی ئې یوازې وخوري او د خپل وطن په‬
‫جوړولو کې هیڅ برخه وانخلي‪ .‬بیا چه په پردۍ ډوډۍ کله‬
‫ماړه شول‪ ،‬نو بیا د خپل خبیثه روح په بنیاد د ورانولو او د‬
‫غال او د چور او جهاد په پکر او پالن الس پورې کړي‪.‬‬
‫جوړ شوي هر څه بیا بیا د اسالم له ژبې او د اسالم په‬
‫بهانه ړنګ کړي او چور پرې ګډ کړي‪ .‬او چه کله دوباره‬
‫‪695 of 1205‬‬

‫خوار شي نو دوباره ګدایګران او مفت خوران ترې‬


‫جوړیږي‪ .‬پدې توګه هم ئې هغه پرونۍ زارۍ هیرې وي او‬
‫هم ئې نني د غال او وژلو او جنایتونو څهرې پټې وي‪.‬‬
‫که مونږ د افغانستان د هیواد د اوسیدونکو په تیر‬
‫ژوند د آریانا نوم او د آریائی قام جامې ورواغوستلې‪ .‬او‬
‫که مونږ د افغان قام ته د باتور او با غیرته اوصافو‬
‫شعرونه جوړ کړل‪ .‬که مونږ افغانانو مخې ته د آزادي په‬
‫نوم درسونه او مکتبونه کیښودل او په رنګارنګ دروغو مو‬
‫غرق کړل‪ .‬او یوازنی اسالم ساتونکي غیرتي قام په توګه‬
‫مو معرفي کړل‪ .‬دا پردۍ له دروغو او غولونې څخه جوړې‬
‫شوې آینې مو د افغانانو مخې ته کیښودلې او پدې فریب‬
‫کاریو کې له یو او بل سره زموږ قلمونه په مسابقه شول‪ .‬له‬
‫پردیو تاریخونو او د پردیو هیوادونو له افتخاراتو څخه مو‬
‫هر څه راغال کړل‪ .‬دا ټول د زوال مسیر وو او عاقبت ئې‬
‫ذلت وو‪ .‬آن تر دې چه زموږ د همدې افغانانو سترګې‬
‫بیرته په شلمه پیړۍ کې د وران کړل شوي کابل په کنډوالو‬
‫ونه لږیدلې چه‪ ،‬مونږ همدا وو چه څرنګه ړانده کړل شوي‬
‫وو او څرنګه یو ګمراه روح زمونږ انساني ټول فضایل فلج‬
‫‪696 of 1205‬‬

‫کړي وو‪ .‬چه د ورانونکو او قاتالنو او د غلو لپاره مونږ نه‬


‫محکمه درلودله او نه قاضي‪ .‬ځکه چه د هر چا الس په غال‬
‫او په جنایت او خیانت ککړ وو‪.‬‬
‫زمونږ د نژاد او د آریائي د قام صفتونه او په هغه‬
‫تیر نامعلومه او خیالي آریائی تاریخ زمونږ د افغانانو‬
‫ګنډل او له نورو قامونو څخه ځانونه بر او لوړ شمیرل‪،‬‬
‫پدې هیواد کې قلمونو ته کوم مشکل کار نه وو‪ .‬چه د‬
‫داسې غولونې او دروغو هر څه ئې ولیکل‪ ،‬مګر یوه قلم ال‬
‫هم خپل لیکلي کتابونه د شلمې پیړۍ په پای کې د کابل د‬
‫ورانو شوو کورونو د کنډوالو مخې ته د وړلو په مقصد د‬
‫همدې نجیب او باتور قام السونو ته ورنکړل‪ ،‬چه خپل‬
‫واقعي تاریخ له همدغو کنډوالو څخه ولیکي او دا واقعیت‬
‫ومني چه د خپلو کړو کارونو ټول جرمونه له خپلو السونو‬
‫څخه پخپله وپوښتي‪.‬‬
‫او د وطن له همدغو ورانو کنډوالو څخه دا غږ‬
‫واوري چه‪:‬‬
‫ته! بل کوم خیالي څوک نه ئې‪ ،‬ته یو ورانونکی ئې‪ ،‬او ته‬
‫تل په ټول تیر ژوند کې ورانونکی وې!‬
‫‪697 of 1205‬‬

‫ته! د فخر او د فرهنګ او د آبادۍ د ټول وطن په سطحه‬


‫کوم ویاړلی سند او ثبوت نلرې!‬
‫ته! که هر څومره د آریائي د قام زړې او خیالي جامې‬
‫واغوندې هم‪ ،‬مګر همدې تیر تاریخ ته ستا فرار نور د پناه‬
‫ځای نلري‪ ،‬او آریائي قام پخپله یو پردی قام وو او د بل‬
‫یو نامعلوم ځای څخه وو‪ .‬مګر کله چه نني افغانستان ته‬
‫راغلل‪ ،‬ته ووایه چه په هماغو زمانو کې ته څوک وې‪ ،‬ته ؟!‬
‫اصلي خبره همدا ده چه ته چیرته وې او څوک وې؟ ستا‬
‫په الس کې د پردي آریائي قام زړه کاسه دادی چه له وینو‬
‫ډکه شوې ده‪ ،‬چه یوازې په څلورو کلونو کې له ‪۱۹۹۲‬تر‬
‫‪۱۹۹۶‬م پورې تا ‪ ۵۷۰۰۰‬بیګناه د کابل خلک ووژل!‬
‫ته همدغه ئې او همدومره ئې‪ ،‬یو مجرم‪ ،‬یو مسلمان‪ ،‬یو‬
‫مجاهد‪ ،‬یو جنایت کار او یو غل!‬
‫که ته هر څومره ځانته نجیب او شریف ووائې‪ ،‬مګر‬
‫ستا خبرې ستا د خپل هیواد له خوا نه منل کیږي‪ ،‬هغه‬
‫هیواد چه ستا له السه وران او بد نامه شو!‬
‫‪698 of 1205‬‬

‫که د امیرعبدالرحمن خان ظلمونه یادوې‪ ،‬بیا هم بل څوک‬


‫نه وو یو افغان وو‪ ،‬ته وې‪ .‬او که زهر ورکړل شو بیا هم ته‬
‫وې‪ ،‬او په تا کې هم قاتل او هم مقتول دواړه پیدا شول د‬
‫بل ځای او د بلې خاورې نه وو!‬
‫کمونست هم ته وې او مسلمان او مجاهد هم ته وې‪ .‬چه‬
‫ئې وینې تویولې نو له وطن سره په خیانت جرمونو بیرته له‬
‫مجازات سره مخامخ کړل‪ ،‬چه پخپلو ځانو ئې خولې‬
‫لګولې! د وران کړل شوي هر کور د کنډوالو خاموشي او‬
‫په مرمیو سوري سوري شوي دیوالونه هره لوټه هم د‬
‫ورانونکي ظالم او هم د هر کور د هغه د اوسیدونکي‬
‫پروني مظلوم د محاکمه کولو انتظار باسي! ځکه چه د‬
‫همدې وران کړل شوو کورونو اوسیدونکي وو چه ورانونکي‬
‫پکې وروزل شول‪.‬‬

‫که په افغانستان کې د پاچایانو له وژل کیدو څخه‬


‫خبرې کوو‪ ،‬واقعا َ چه په دې هیواد کې پرته له محدودو څو‬
‫کسانو نور ټول پاچایان وژل شوي دي‪ .‬لکه څرنګه چه د‬
‫خپل پالر قاتل امیرحبیب اهلل هم ووژل شو‪ .‬ورپسې بل‬
‫‪699 of 1205‬‬

‫کوهدامنی او د کلکان د کلي اوسیدونکی حبیب اهلل خان‬


‫هم د اعلحضرت محمد نادر خان له خوا ووژل شو‪ .‬له وژل‬
‫کیدو څخه څو دقیقې مخکې آخستل شوي عکسونه یې‬
‫هم شته دي‪ .‬ورپسې پخپله اعلحضرت محمد نادر خان‬
‫هم د لسم صنف د نجات د لیسې شاګرد عبدالخالق له‬
‫خوا په کال ‪۱۹۳۴‬م کې مخامخ د شاهي ارګ دننه په‬
‫دریو ګولیو په تپانچه وویشتل شو او ووژل شو‪ ،‬چه د‬
‫لویدلو په حال کې ئې عکس د یوې فرانسوۍ ښځې له‬
‫خوا آخستل شوی او ډیر نایابه عکس دی‪ .‬ددې وژلو‬
‫کیسه دوام لري چه د کیسې خپل روح زمونږ افغانانو‬
‫مخې بیا بیا هم د پیژندلو آینه ده پدې مانا چه نه ددې‬
‫هیواد پاچایانو له خپل هیواد او له خپل رعیت سره‬
‫صداقت درلود او نه هم د پاچا نژدې خپلو وزیرانو له خپل‬
‫پاچا او له خپلو مقامونو سره د صداقت پاک انساني روح‬
‫درلود‪ .‬پاچاهي یا دولت بل لوړ مقام ته د رسیدلو مخې ته‬
‫الس په نامه د والړو کسانو له خوا او له خولو څخه د‬
‫مداحي او د چاپلوسي ژبې په خپلو ویناوو کې د صداقت‬
‫روح ندرلود‪ .‬ځکه چه کله به هماغه پاچا یا وزیر له خپل‬
‫‪700 of 1205‬‬

‫مقام څخه لیرې شو‪ ،‬نو به له بل هر چا نه په بدو ژبو د‬


‫هماغو چاپلوسانو له خوا هماغه کسان یادیدل چه تر پرونه‬
‫ئې پوښو ته سجدې کولې‪ .‬کله چه د کلکاني حبیب اهلل په‬
‫مرمیو ویشتل شوی جسد له وژل کیدو نه وروسته هم نني‬
‫چمن حضوري ته "د مرنجان د غونډی په غربي خوا کې"‬
‫ویوړل شو او سر په ځوړند هلته وځړول شو‪ ،‬چه ډیرو بیا‬
‫هم په توپکو ویشت‪ .‬مګر په تیږه هغه چا له نورونه مخکې‬
‫او له مرمیو مخکې وویشت چه هماغه مال کلکاني ته د‬
‫"حبیب اهلل خادم دین رسول اهلل" لقب ورکړی وو‪ .‬او دادی‬
‫چه اوس ئې پدې بدو الفاظو یاداوو او په تیږو ئې بې ساه‬
‫جسد ویشت چه‪" :‬پدر لعنت‪ ،‬دزد! بچ ٔه سقو! آدم دو‬
‫پیسه‪ ،‬تو کجا و پاچاهي کجا ‪.“...‬‬

‫دا رنګه مثالونه زښته زیات دي چه په عادي ژوند کې هم‬


‫هر افغان یوازې د خپل "ځان او زه" لپاره په پیړیو ژوند او‬
‫هم دوستي او هم دښمني کړې ده‪ .‬چه کله ئې د ځان وړه‬
‫شخصي ګټه تر السه کړې‪ ،‬نو بیا ئې دوستي پرې ایښې‬
‫ده او دا په مونږ کې تل پاته د تظاهر دروغجن دروني‬
‫‪701 of 1205‬‬

‫تمایالت دي چه په چل د خوږې ژبې دروغ زمونږ د یو‬


‫فریب کاره ذهن په لوړ استعداد آوښتی خصلت او خوی‬
‫شوی دی‪ .‬مګر د هیڅ یو ښوونکي‪ ،‬د هیڅ فامیل یو مشر‬
‫او رهنما او یا روشنفکرانو له خوا په تعلیم یا په فامیلونو‬
‫کې او یا په قام کې دننه او یا په تعلیمي درس ځایونو کې‬
‫په یو داسې مضمون پکر شوی ندی او د پام وړ موضوع‬
‫ګرزیدلې نده‪ ،‬چه فریب کاري خصوصا َ دروغجن تظاهر او‬
‫دوستي بالخره ټوله جامعه ال د فامیل له بنیاد څخه هم‬
‫خاموي او هم وراني لري‪ .‬او د یو باوري شخصیت او‬
‫میړانې تربیه او مصئونیت له منځه وړي چه هم د ژوند په‬
‫فضایلو هر چل غلبه کوي او بیا ټول ژوند په چل بازیو‬
‫سرته رسیږي‪ .‬او هم تر خپلو منځو د ژوند په هره ساحه‬
‫او مسلک کې د یو او بل نه په قول او نه هم په صداقت او‬
‫کسم باور کیږي‪ .‬لکه څرنګه چه همدا حقیقت او همدا‬
‫واقعیت د ټولو افغانانو تر منځه د ژوند په ټولو ساحو کې‬
‫که هغه دولت دی او د دولتي مامورین دي او که هغه رعیت‬
‫دی دننه د کلیو او کلیوالو تر منځه د یو بل په خبرو کې‬
‫دروغ او د فریب ورکولو استعدادونو رشد کړی دی‪ .‬چه په‬
‫‪702 of 1205‬‬

‫ژبه یو څه او په زړه کې بل څه دي او د یو بې باوره‬


‫سرګردانه روح دننه دننه هر څه په شکونو او په نا آرامي‬
‫کې تر سره کیږي‪ .‬چه ژوند ئې هم په عذاب آړولی دی او‬
‫ژوند هم آزار ترې ویني‪ .‬چه داسې کاږه کاږه ګامونه نن‬
‫ال زیات شوي دي او د تظاهر د چل ژوند او غال او‬
‫کسمونه په ټول شدت او د منل شوي خصلت په توګه دوام‬
‫لري‪.‬‬
‫دا تر مخ یو څه او په غیاب کې بل څه مونږ هیڅکله د‬
‫یو معنوي او اخالقي شخصیت لرونکي نکړو‪ .‬دداسې یو‬
‫پراخه اخالقي زوال په دننه کې پراته دوه ورانونکي علتونه‬
‫وو چه‪:‬‬
‫یو‪ :‬مونږ یو پاک الهي دین ندرلود‪،‬‬
‫دوهم‪ :‬مونږ یو انساني او ملي فرهنګ ندرلود‪.‬‬

‫لکه څرنګه چه د اسالم له راتلو نه مخکې ټول هغه‬


‫اوسیدونکي چه د نني افغانستان په خاوره کې د خپل‬
‫روح په پاک ساتلو او د همدې معنویت په عقیده تړلي وو‬
‫دوه ژبي نه وو او دوه ژبي کیدلی نشول‪ .‬ځکه چه دا د‬
‫‪703 of 1205‬‬

‫دوی روح ته عذاب وو چه لویه ګناه وه‪ .‬نه چه په یوې‬


‫نامعلومې دنیا کې یوازې د یو نامعلوم دوزخ ملبې عذاب‬
‫وګڼي‪ .‬نه داسې نه وو‪ ،‬بلکه خبره د خپل روح له پاک‬
‫ساتلو څخه مقصد "تنزل نکول" وو چه د دروغو او د چل‬
‫له الرې د ژوند د ښو په ګټلو تنزل وکړي‪ .‬اخالقي‬
‫شخصیت همدا وو‪ .‬چه ال تر ننه پورې له هماغو پاکو‬
‫عقیدو او پاکدله اوسیدونکو څخه په تحت شعور کې پاته‬
‫او تر ننه پورې منل شوې خبره د منل شوي واقعیت بیان‬
‫پاته ده‪.‬‬

‫دا د اسالم او د عربو د خپل کړو جرمونو مخامخ‬


‫اعتراف دی چه دوی پدې هیواد او په هر هیواد کې‬
‫بیشماره انساني او اخالقي جرمونه او جنایتونه تر سره‬
‫کړي دي چه کله عربو هغه هیوادونه اوهغه سیمې په خپلو‬
‫پوځونو اشغال کړل‪.‬‬

‫کله چه ویل کیږي چه ولې یوازې په افغانستان کې د‬


‫پاچایانو وینې له بل هر هیواد نه زیاتې توئې شوي دي‪،‬‬
‫دا پخپله د یو منفي ورانونکي فرهنګ ثبوت دی چه ښکاره‬
‫‪704 of 1205‬‬

‫شوی دی‪ .‬لکه څرنګه چه بیا د اعلحضرت محمد نادر خان‬


‫له وژل کیدو وروسته د جمهور رئیس سردارمحمد داود‬
‫خان وینې هم توئی شولې‪ .‬قاتالن ئې کمونست نورمحمد‬
‫ترکي او کمونست حفیظ اهلل امین وو‪ ،‬چه حفیظ اهلل امین‬
‫د خپل استاد نورمحمد ترکي وینې هم توئې کړلې‪.‬‬
‫نورمحمدترکي به همیشه حفیظ اهلل امین‪ ،‬نورو کمونستانو‬
‫ته د "وفادار شاګرد" په توګه معرفي کاوو‪ .‬د حفیظ اهلل‬
‫امین پاچائی هم پوره سل ورځې وه او د ماسکو له خوا د‬
‫ګمارل شوو "کي جي بي" جاسوسي تشکیالت له‬
‫کوماندوئي مرمیو څخه د دارالمان په قصر کې د شپې‬
‫وویشتل شو او ووژل شو‪ .‬چه ملړی ئې د آشپزخانې له‬
‫الرې په ډوډۍ کې د شوروي اتحاد له خوا وظیفه دارې‬
‫آشپزې له خوا د بیهوشی او اسهال دوا ورکړل شوله چه‬
‫پدې باره کې پخپله د شورویانو له خوا د افغانستان په‬
‫هکله د لیکل شوو کتابونو له جملې څخه په یوه کتاب کې‬
‫مفصل معلومات لیکل شوي دي‪.‬‬
‫کمونست کارمل چه په خپلو بیانیو کې به ئې خپله ژبه‬
‫د شوروي اتحاد د نظام په مداحي ستومانه کوله او د‬
‫‪705 of 1205‬‬

‫بهترین انسان نمونه به ئې د شوروي انسان په مثال‬


‫راوړله‪ .‬بالخره چه کله د کابل له اقتدار څخه لیرې کړل‬
‫شو‪ ،‬نو ماسکو ته ئې له نظارت الندې په تبعید کې ولیږه‪.‬‬
‫چه همدا ببرک کارمل په ماسکو کې نیمه لیونی شو او بیا‬
‫"کي جي بي" د وینې د سرطان په پیچکاري تدریجا ً‬
‫وواژه‪ .‬او د وینې د سرطان له ناروغي څخه مړ شو او‬
‫نعش ئې د مزار ښار ته راوړل شو او خاورې پرې واړول‬
‫شولې‪ .‬مګر ویل کیږي چه کله طالبانو د کابل له نیولو‬
‫وروسته د مزار ښار ونیوو‪ ،‬نو د کارمل هډوکي ئې له قبر‬
‫څخه راوویستل د آمو په دریا کې ئې پدې خبرې او پدې‬
‫پیغور وغورځول چه "د دې هیواد په خاوره کې ستا هډوکو‬
‫ته ځای نشته‪ .‬تا دا وطن په شورویانو خرڅ کړی وو‪ .‬ځه‬
‫اوس خپل هډوکي د بادارانو ته ویسه“‪.‬‬
‫بیا چه نوبت د ډاکتر نجیب اهلل اقتدار ته راورسید چه‬
‫ماسکو وروسته له ببرک کارمل نه د کابل د اقتدار چوکۍ‬
‫نوموړي ډاکتر ته ورکړه‪ .‬مګر دا سړی هم ووژل شو او‬
‫طالبانو د هغه جسد دهغه له کشر ورور سره چه په کابل‬
‫کې د جاسوسي د تشکیالت د یوې برخې مشر وو‪ ،‬دواړه‬
‫‪706 of 1205‬‬

‫د تشهیر په مقصد د آریانا هوټل مخامخ په چهار راهي‬


‫کې تر شپو شپو د غرغرې په حالت کې ځوړند وساتل‪ .‬بیا‬
‫له پکتیا څخه د احمدزیو قام مشران راغلل او د خپل‬
‫وطندار جسد ئې پکتیا ته ویوړ او د پلرنی ادیرې په ادیره‬
‫کې ئې خاورو ته وسپاره‪.‬‬
‫زمونږ کین او نفرت‪ ،‬او زمونږ انتقام او وحشت ټول‬
‫زمونږ دي او په مونږ کې وو چه زمونږ د ژوند رګونه له‬
‫همدې کین او وحشت څخه ډک شول‪ .‬که په دولت یاد شول‬
‫او یا ئې که نوم رعیت وو‪ ،‬مګر بل څوک نه وو‪ .‬که په‬
‫کمونستانو یاد شول او که په اخوانیانو‪ ،‬مګر همدې‬
‫مجرمینو ملړی د خپل شرف لرونکي نه وو‪ .‬د وطن په‬
‫وړاندې ئې نه اخالقي او نه ملي مسئولیت درلود‪ ،‬هر چا‬
‫پخپل نوبت خپل هیواد وران کړ‪ ،‬چه ددوی له السه په ټول‬
‫جهان کې وطن ته بدنامي ور ورسیدله‪ .‬واقعا َ چه په دې‬
‫هیواد کې هر افغان یو ظلم لیدلی وو او بیا بیرته چه کله‬
‫ئې الس ته فرصت ورغلی دی نو یو ظالم ترې جوړ شوی‬
‫دی‪ .‬لکه یو دیګ چه جوش خوري‪ ،‬دا هیواد په همداسې‬
‫‪707 of 1205‬‬

‫کین او انتقام جوش خوړلی او د وحشت یو دیګ ترې جوړ‬


‫شوی دی‪.‬‬
‫د پاچایانو قبرونو هم آرام ونه موند‪.‬‬
‫‪ .۱‬د نورمحمد ترکي قبر ته ملړی اور واچول شو‪ ،‬بیا له‬
‫خاکندازونو څخه په وړل شوو سطلونو کې چټلي پرې‬
‫وشیندل شوله‪.‬‬
‫‪ .۲‬شاه شجاع کله چه د کابل د باالحصار په شرقي ملنه‬
‫کې وویشتل شو‪ ،‬هیڅ چا ئې جنازه نکوله‪ .‬او بې له‬
‫جنازې څخه په یوې ځولۍ کې په ډیر تحقیر ویوړل شو او‬
‫د خپل پالر "تیمور شاه" د قبر خوا ته خاورو ته وسپارل‬
‫شو‪.‬‬
‫‪ .۳‬د تیمور شاه قبر په کابل کې د پل باغ عمومي جنوب‬
‫ته پروت دی‪ ،‬چه په کلونو کلونو د چرسیانو د چرس څکولو‬
‫ځای شو‪ .‬بیا د یو خاکنداز په ځای بدل شو چه هر چا ته‬
‫به متیازې ورغلې وې همالته به ئې کولې‪.‬‬
‫‪ .۴‬د تیمور شاه د پالر "ابدالي احمد شاه" قبر په کندهار‬
‫کې دی‪.‬‬
‫‪ .۵‬د شاه زمان قبر په برطانوي هند پاته شو کې‪.‬‬
‫‪708 of 1205‬‬

‫‪ .۶‬د شاه محمود قبر په هرات کې دی‪.‬‬


‫‪ .۷‬د امیر دوست محمد خان قبر په هرات کې دی‪.‬‬
‫‪ .۸‬د امیر محمد افضل خان د امیر عبدالرحمن خان پالر‬
‫قبر د کابل د باالحصار په جنوبي ملنه‪ ،‬د حشمت خان په‬
‫کال کې دی‪.‬‬
‫‪ .۹‬د افغانستان د یونیم کلن پاچاه امیر محمد اعظم خان‬
‫د امیر محمد افضل خان سکنی ورور او د امیر دوست‬
‫محمد خان زوی قبر په ایران کې دی‪.‬‬
‫‪ .۱۰‬د امیر شیرعلي خان قبر په مزار ښار کې دی‪ ،‬چه‬
‫هلته د وزیر محمد اکبر خان قبر هم دی‪.‬‬

‫دا وزیر د خپل پالر امیر دوست محمد خان په پټ فرمان‬


‫پدې علت د زهرو په وسیله په ‪ ۲۵‬کلنی ووژل شو چه د‬
‫افغان ‪ -‬انګلیس په ملړي جنګ کې چه کله انګریزانو سره‬
‫په هند کې فیصله وشوله چه برطانوي هند ته تبعید کړل‬
‫شوی امیردوست محمد خان ته به د کابل تخت ورکړي‪،‬‬
‫مګر پدې شرط چه نور په جالل آباد کې د انګریزانو په‬
‫پوځي قشلې د امیر زوی محمد اکبر خان حملې ودروي‪.‬‬
‫‪709 of 1205‬‬

‫خو نوموړي دا کار ونه مانه او له هند څخه امیردوست‬


‫محمد خان د نښې په توګه خپل ځوان زوی ته خپلې‬
‫عینکې او هم د نسوارو کوتی راواستاوو چه بیا هم وزیر‬
‫محمد اکبر خان غلی نشو‪ .‬نو په لغمان کې نوموړی وزیر‬
‫په زهرو ووژل شو او نعش ئې په خپل وصیت د مزار ښار‬
‫‪.‬د عرب علي خیالي مزار پوښو ته خاورو ته وسپارل شو‬

‫او هماغه وو چه کله د ابدالي قام د سدوزي پوښې اقتدار‬


‫د شاه شجاع له وژل کیدو سره پای ته ورسید‪ ،‬نو ځای‬
‫ئې د ابدالي د قام د "محمدزي" پوښې ونیوو‪ .‬چه هغه‬
‫امیر دوست محمد خان وو‪ .‬او کله چه شاه شجاع په کال‬
‫‪۱۸۳۹‬م کې د انګریزانو په مټ کندهار ته او بیا د‬
‫انګریزانو د پوځ له بدرګې سره کابل ته راوستل شو‪ ،‬نو‬
‫امیر "امیردوست محمد خان له خپل زوی وزیر اکبر خان"‬
‫سره منځنۍ آسیا او د بخارا پاچا ته پناه ویوړله‪ .‬بیا هلته‬
‫دوی څو میاشتې د بخارا د امیر له سخت فشار الندې‬
‫راغلل‪ .‬بالخره د یو شیخ له خوا چه په خټه عرب وو او د‬
‫بخارا پاچا ئې ُمرید وو په شفاعت امیر له بند څخه اووت‬
‫‪710 of 1205‬‬

‫او ځان ئې د مزار ښار ته د جهاد په نارو راورساوو‪ .‬چه‬


‫د انګریزانو او د شاه شجاع په ضد جنګ وکړي او ډیر‬
‫خلک ئې د جهاد مالتړ شول‪ .‬مګر یوه ورځ د شمالي د‬
‫کوهستان په سیمه کې چه خلکو له انګریزانو سره سخت‬
‫د جنګ په میدان کې وو‪ ،‬خو امیر یو په یو ورک شو او له‬
‫خپل یو همکار سره خپل آسونه د کابل په لور وځغلول‪ .‬او‬
‫پدې مازدیګري وخت چه انګریز مکناټن د معمول له مخې‬
‫په آس سپور هر مازدیګر په کابل کې چکر واهه‪ ،‬نو ئې‬
‫خپل هماغه همکار میکناټن ته واستاوو پدې پیام چه‪:‬‬
‫"امیر دوست محمد خان غواړي چه له تا سره‬
‫مالقات وکړي“‪ .‬میکناټن په فارسي ژبه پوښتنه ترې وکړه‬
‫چه "آیا له مجاهدینو سره راغلی؟“‪ .‬دا ځکه چه په‬
‫کوهستان او کوهدامن کې سخت جنګونه وو او میکناټن‬
‫هره ورځ خبریده چه امیر د کوهستان په کوم ځای او په‬
‫کومه کال کې ده‪ .‬د میکناټن لدې پوښتنې سره خپله امیر د‬
‫میکناټن د آس مخې ته ورغی او له خپل آس نه کوز شو‪.‬‬
‫نو الس نیولی دواړه پاس باالحصار ته وختل‪ .‬په همدې‬
‫وخت کې دا ځوان وزیر هم د بخارا د پاچا له قید نه ځان‬
‫‪711 of 1205‬‬

‫خالص کړی وو‪ .‬له کابل نه بخارا ته هم آوازې ورغلې وې‬


‫چه "په کابل کې د انګریزانو د خزانه دار څخه خزانه د‬
‫مجاهدینو په وسله وال یرغل لوټ شوله او خپله خزانه دار‬
‫هم وژل شوی او په سلهاوو زره روپۍ د خلکو الس ته‬
‫ورغلي دی ‪ ."! ...‬کله چه په بیړه همدا محمد اکبر خان‬
‫نومي ځان کابل ته راورساوو‪ ،‬ملړنۍ پوښتنه ئې د پیسو‬
‫وه چه آیا د چا الس ته ورغلي دي‪ ،‬پدې هوشدار چه "د‬
‫امیر دوست محمد خان زوی زه یم او دلته د ټولو کارونو‬
‫رهبر او واکمن هم زه یم ‪ .“! ...‬ممکن دا پیسې چه په‬
‫خپل وخت زښته زیاتې وې په عمده ډول د هغو مجاهدینو‬
‫د رهبرانو جیبونو کې به لویدلې وې چه درۍ کسان پکې‬
‫شهرت درلود‪ .‬یو‪ :‬د امین اهلل لوګري په نوم وو ‪ ،‬دوهم‪ :‬د‬
‫میرمسجدی خان کوهستانی رهبري وه‪ ،‬دریم د عبداهلل‬
‫خان اڅکزي نوم پکې وو‪ .‬مګر وروسته وروسته ‪ ۲۵‬کلن‬
‫محمد اکبر خان ته دا معلومه شوله چه د پیسو زیاتره‬
‫برخه امین اهلل خان لوګري آخیستې وه او هم ئې د خپلو‬
‫زامنو په الس په پټه لوګر ته لیږلې وې‪ .‬خصوصا َ چه‬
‫محمد اکبر خان پدې هم ښه خبر وو چه امین اهلل خان د‬
‫ده د پالر دښمن "شاه شجاع" سره د دولتي کارونو په‬
‫‪712 of 1205‬‬

‫راس کې همکاري او دوستي هم درلودله‪ .‬دا هغه ورځې‬


‫وې چه کابل خصوصا َ د کوهدامن او د کوهستان له‬
‫خلکو ډک شوی وو او په انګریزانو حملې کیدلې‪ .‬مالیانو‬
‫آوازه تیته کړې وه چه "انګریزانو زیات سره زر رواړي‬
‫دي‪ ،‬حتی د عسکرو د دریشو تڼۍ ئې ال د سرو زرو‬
‫دي ‪ .“! ...‬ورسره پاس په باالحصارکې ناست د شاه‬
‫شجاع باډیګاردان محدود کسان وو او ددې باډیګاردانو‬
‫د الس وسلې اوږده اوږده لرګي وو او د لرګیو په سر‬
‫کې چړې ټومبل شوې وې‪ .‬د باالحصار الندې د شاه‬
‫شجاع شخصي غواوې د سکانو له خوا څریدلې‪ .‬چه بیا‬
‫د کوهستان مجاهدینو دا ټولې غواوې او مالونه چور‬
‫کړل‪ .‬ورسره همدې مجاهدینو چه رهبر ئې میر مسجدي‬
‫خان وو "او په خټه له پخوا څخه راغلي عربو څخه وو"‬
‫کابل هم ټول چور کړ او کور په کور غالوې سرته‬
‫ورسیدلې‪ .‬پدې بحراني حالت کې د انګریزانو نظامي‬
‫چوڼۍ کې دننه چه د نني عسکري کلوب په سیمه کې دا‬
‫لویه چوڼۍ جوړه شوې وه‪ ،‬د میکناټن او د پوځ مشر‬
‫ناروغ الفسنت تر منځه پدې موضوع د نظر توافق موجود‬
‫نه وو چه آیا د انګریزانو پوځ پدې ساړه ژمي له کابل‬
‫‪713 of 1205‬‬

‫څخه اووځي؟ او که نه تر پسرلي پورې پاته شي او د‬


‫ځان دفاع وکړي؟‬
‫یوه خوا ژمی وو چه په هغه کال ‪۱۸۴۱‬م زښته زیاتې‬
‫واورې اوریدلې وې او زیاته یخني وه‪ .‬او هم د انګریزانو‬
‫چوڼی شاوخوا د مجاهدینو له خوا محاصره شوې وه‪ .‬دننه‬
‫په چوڼۍ کې لوږه ښکاره شوله او د سوخت لرګي هم د‬
‫هند په تودې هوا آموخته شوو هندي عسکرو ته موجود نه‬
‫وو‪ .‬دا رنګه سړو پخپله دوی له پوښو څخه غورځولي وو او‬
‫انګریزي افسرانو به په زحمت له چوڼۍ څخه د مجاهدینو‬
‫مخې ته وتل او پر له پسې جنګونو‪ ،‬یخنیو او لوږې‬
‫تهدیدول‪.‬‬
‫پدې شپو ورځو کې غلجي پښتانه مجاهد له تیزین‪ ،‬له‬
‫ګندمک‪ ،‬له سورخرود‪ ،‬جالل آباد او لغمان څخه ال کابل ته‬
‫رارسیدلي نه وو‪ .‬مګر هغوی بیا هغه وخت راښکاره شول‬
‫چه کله انګریزي پوځ له کابل نه په وتلو شول او له خورد‬
‫کابل او بګراميو څخه وروسته د انګریزانو د تلو الرې‬
‫ونیولې‪ .‬او په الرو کې ئې دوامداره حملې په انګریزانو‬
‫همدغو پښتنو پیل کړلې‪.‬‬
‫‪714 of 1205‬‬

‫مګر د انګریزانو د پوځ لیکې له کابل څخه مخکې له‬


‫وتلو دوه حادثې د یادولو وړ دي‪.‬‬
‫یوه ئې دا وه چه محمد اکبر خان‪ ،‬امین اهلل خان ته د مرګ‬
‫دسیسه جوړه کړه چه مقصد پکې د چور شوې خزانې‬
‫پیسې ورکول وو‪ .‬او دا پیسې ئې ترې واخستلې‪.‬‬
‫دوهم دا چه له میکناټن سره ئې د خپل نفر په الس نیول‬
‫شوی پټ تماس وو او مقصد پکې د پیسو غوښتل وو‪،‬‬
‫پدې شرط چه "د تاسې د پوځ د جالل آباد ته د ژوندي‬
‫رسیدلو تضمین کووم! او که نه زه به مسئولیت ونلرم“‪.‬‬
‫کله چه میکناټن له سل زرو زیاتو روپیو څخه په پټ‬
‫هماغه الس کوم چه د محمد اکبر خان د آستول شوي‬
‫خپل سړی له خوا ورکړل شولې‪ ،‬مګر پدې پټې معاملې‬
‫دننه په چوڼۍ کې د ډیرو نظامیانو له خوا د نارضایتی‬
‫نښې ښکاره شولې‪ .‬چه د انګریزانو د سیاسي مشاور د‬
‫میکناټن دا کار ئې هغې چړې ته مشابهه کړ چه د خپل‬
‫دښمن الس ته ئې ورکړې وه‪ .‬دا ځکه چه د جنرال "سیل"‬
‫میرمنې "لیډي سیل" په قلم پدې شرحه چه‪" :‬وزیر محمد‬
‫اکبر خان د یو منفي کرکتر څښنت یو ځوان دی‪ ،‬چه په‬
‫‪715 of 1205‬‬

‫دوستي ئې باور کول اشتباه ده“‪ .‬خو میکناټن چه پدې‬


‫شپو او ورځو کې د برطانوی هند د لوی حکمران له خوا د‬
‫هند د دوو لویو ښارونو "بمبئي او یا کلکتې" لپاره په لویه‬
‫سیاسي چوکۍ مقرر کړل شوی وو‪ .‬پدې آرزو وو چه‬
‫یګان اول د انګریز " ‪ " ۱۸۲۰۰‬کسیزه پوځ له کابل څخه‬
‫اووځي‪ .‬مګر له کابل څخه په وتلو د مرګ لومي ته تلل وو‪.‬‬
‫له طاقت وتلې د ژمي یخنی‪ ،‬ساړه بادونه‪ ،‬واوره‪ ،‬هره‬
‫خوا کنګل شوې ځمکه‪ ،‬لوږې او ناروغیو له یوې خوا او بله‬
‫خوا د غلجیو د مجاهدینو پرله پسې د انګریزانو د پوځ په‬
‫اوږدو لیکو ناڅاپي حملو له پوښو څخه وغورځول‪ .‬آن تر‬
‫دې چه ډیرې ښځې او د هغوی په غیږ کې واړه ماشومان‬
‫چه کله په خپل نوبت له نظامي چوڼۍ څخه ووتل‪ ،‬د تلو نه‬
‫وو او ځانونه ئې په واورو کې وغورځول‪ .‬او یو په بل پسې‬
‫ئې پداسې شرطونو کې ساه ورکړلې چه شاوخوا‬
‫مجاهدین ترې تاوو وو‪ .‬او د هغوی دوه سترګې د‬
‫انګریزانو په نر او ښځه کې وې چه کالي او یا توپک به‬
‫ئې ترې واخستل او بیا به بله ډله ښکاره شوله چه دا ډلې‬
‫تر بګرامیو پورې د کوهدامن او کوهستان خلک وو او‬
‫‪716 of 1205‬‬

‫وروسته له خورد کابل څخه د پښتنو ډلو له کوهستانیو‬


‫سره ویش کړی وو‪ ،‬پدې هوشدار چه "تاسې خپل خپل‬
‫غنیمت تر السه کړل اوس نوبت زمونږ دی“‪ .‬او همداسې‬
‫هم وشول‪.‬‬

‫د انګریزانو تر وتلو مخکې یوه ورځ چه میکناټن خپله‬


‫ګاډۍ له آسونو سره او د خپل الس تپانچه وزیر محمد‬
‫اکبر خان ته هدیه کړی وو‪ ،‬نو وزیر اکبر خان له میکناټن‬
‫سره د مالقات ورځ وټاکله چه د انګریزانو د وتلو په باره‬
‫کې مشوره وکړي‪ .‬میکناټن ومنله او له خپلو څو‬
‫باډیګاردانو سره ورغی‪ .‬کله چه مجلس پیل شو چه دا‬
‫مجلس په آزاده هوا کې د کابل سین ته نژدې په یو ځای‬
‫کې وو‪ .‬نو د میکناټن د تیرورولو پدې پټه دسیسه کې له‬
‫وزیر محمد اکبر خان سره درۍ نفره هم شامل وو‪ ،‬چه یو‬
‫یې دده ډیر فعال او نږدې همکار سلطان جان وو‪ ،‬چه‬
‫دده د تره زوی هم وو‪ .‬کله چه په فارسي ژبه خبرې ترخې‬
‫شولې‪ ،‬نو وزیر اکبر خان د میکناټن ستوني ته الس‬
‫واچاوو او میکناټن نوموړی وزیر په ځمکه د سوکانو په څو‬
‫ضربو وغورځاوو‪ .‬مګر وزیر چه د مکناټن تپانچه په پټه په‬
‫‪717 of 1205‬‬

‫خپله موزه کې ساتلې وه راوویستله او میکناټن ئې‬


‫وویشت‪ .‬بیا ئې د میکناټن نعش په کابل کې د "چارچټې"‬
‫په نوم په سر پټي بازار کې د خلکو مخې ته وځړاوو‪ .‬بیا‬
‫دا نعش یو محمدزي پټ د خپل کور په حویلی کې خښ‬
‫کړ‪ .‬چه هغه ځای ال تر ننه چا ته معلوم ندی‪ .‬ممکن که‬
‫وروسته لدې د کوم شخصي یاداشتونو له ښکاره کیدو‬
‫سره ښکاره شي‪.‬‬
‫نور د انګریز د پوځ عام قتل سرته ورسید چه یوازې‬
‫یو نفر ډاکتر ژوندی پاته شو چه "برایډن" نومید خو کله‬
‫چه د سرخ رود منطقې ته ورسید‪ ،‬هلته د جبارخیلو د قام‬
‫مشر خپل یو زوړ آس ورکړ او د ډاکتر برایډن آس ئې په‬
‫غنیمت ترې واخیست‪ .‬نوموړی ناروغ او زخمي ډاکتر په‬
‫ناروغ او زوړ آس ځان مټکې د جالل آباد د انګریز د‬
‫پوځیانو چوڼۍ ته ورساوو او همالته ولوید‪ .‬او دا خبره ئې‬
‫له خولې‬
‫څخه ووتله چه "ټول تباه شول…“!‬
‫‪718 of 1205‬‬

‫‪ .۱۱‬د امیر عبدالرحمن خان قبر د کابل د "زرنګار" نومي‬


‫په پارک کې دی‪.‬‬
‫‪ .۱۲‬د امیر حبیب اهلل خان قبر چه کله په لغمان کې‬
‫وویشتل شو‪ ،‬نو جالل آباد ته انتقال شو او هلته خاورې ته‬
‫وسپارل شو‪.‬‬
‫‪ .۱۳‬د نوموړي د زوی "امیر آمان اهلل خان" هډوکي هم‬
‫همالته د پالر تر څنګ‪ ،‬وروسته له هغه چه له ایتالیا څخه‬
‫راوړل شول خاورو ته وسپارل شول‪ .‬ځکه چه په کال‬
‫‪۱۹۲۹‬م کې له افغانستان څخه اووت او ایتالیا کې ئې‬
‫پناه واخستله او همالته مړ شو‪.‬‬
‫‪ .۱۴‬د کلکاني حبیب اهلل خان او ورسره د هغه د نژدې‬
‫یارانو له وژل کیدو "چانواري کیدو" وروسته په دسته‬
‫جمعي توګه د مرنجان د غونډۍ په بیخ کې وغورځول‬
‫شول‪ .‬او په قبر ئې خاورې واړول شولې چه قبر ئې معلوم‬
‫ندی‪.‬‬
‫‪ .۱۵‬اعلحضرت نادر خان چه کله د عبدالخالق له خوا‬
‫ووژل شو‪ ،‬نو مړۍ ئې پاس د مرنجان غونډۍ ته ویوړل‬
‫شو‪ .‬چه بیا په وروسته کلونو کې یوه لویه ګومبزه پرې‬
‫‪719 of 1205‬‬

‫جوړه شوله‪ .‬مګر د اسالمي احزبونو تر منځه په څلور‬


‫کلني جنګونو کې ‪۱۹۹۶ - ۱۹۹۲‬م په توپونو او راکټونو‬
‫ولګیدله‪ .‬ډیرو مجاهدینو په ذوق لکه نښه هماغه ګومبزه‬
‫وویشتله چه ډیر ورانۍ ورواووښت‪ .‬د مرنجان غونډۍ‬
‫داعلحضرت محمد نادر خان د جسد له خښیدو څخه‬
‫مخکې هم د کابل د شاهي خاندان "محمدزیو" ادیره وه‪.‬‬
‫لکه څرنګه چه ددوی د یو نیکه قبر هم د هماغې غونډۍ په‬
‫الندنۍ برخه کې موجود دی او په ”طالئی" مشهور شوی‬
‫”سلطان محمد خان" قبر دی‪ ،‬چه د آهن پوشې چت هم‬
‫لري‪ .‬طالئی ځکه ورته وائی چه په پیښور کې ئې د طال په‬
‫مقابل کې په انګریزانو د جنګ یوه جبهه او سیمه خرڅه‬
‫کړې وه‪.‬‬

‫*”زه په کال ‪۱۹۷۱‬م اوړی په ملړی ځل چه کله ورغلم نو یو‬


‫عسکر هلته د غونډۍ له پاسه د نادر خان د قبر په محوطه‬
‫کې پیره داري کوله او توپک هم ورسره وو‪ .‬دننه د لوی قبر‬
‫له چت الندې نور ډیر قبرونه هم وو او د نادر خان د قبر‬
‫‪720 of 1205‬‬

‫پوښو ته پراته وو‪ ،‬چه د سردار محمد داود خان د مور قبر‬
‫له نورو قبرونو څخه د سپین مرمر په کارولو فرق درلود“‪.‬‬

‫‪ .۱۶‬د نجات د لیسې د لسم ټولګي د متعلم او د نادر خان‬


‫د قاتل قبر هم ورک شو‪ .‬خو یوه ورځ مې د داخلې وزارت‬
‫د تفتیش د شعبې رئیس ته تیلفون وکړ کال ‪۱۹۷۴‬م چه د‬
‫داود خان د جمهوریت کال وو‪ .‬چه یا زما رسمي دفتر ته‬
‫راشي او یا په یو بل ځای کې سره ووینو‪ ،‬ځکه چه یوه‬
‫پوښتنه مې درلودله چه په هغې موضوع مې د کتاب په‬
‫لیکلو کې ځانګړې برخه جال کړې وه‪ .‬محترم رئیس ”عبداهلل‬
‫ببرک" وو د ځدراڼو د لوی مشر "ببرک خان" زوی وو‪ ،‬چه‬
‫د استقالل په کال ئې د "ټل او واڼې" په جبهو کې فوق‬
‫العاده میړانه د خپل قام په مشری ښودلې وه‪ .‬بیا کابل ته‬
‫هم راغی او د آمان اهلل خان له خوا ډیر تود هرکلی شو‪.‬‬
‫بیا ئې د وزارت خارجې په پارک کې ټولو په ګڼ شمیر‬
‫دولتي چارواکو سره آمان اهلل خان د یادګار یو عکس هم‬
‫واخیست‪ ،‬چه د ببرک خان ځدراڼ عکس هم پکې شته دی‪.‬‬
‫‪721 of 1205‬‬

‫عبداهلل خان ببرک په خپله ځواني کې د اعلحضرت‬


‫محمد نادر خان له نژدیترینو باډیګاردانو څخه وو او ما‬
‫آوریدلي وو چه د عبدالخالق د تپانچې یوه مرمۍ د‬
‫نوموړي په مټ هم لګیدلې وه‪.‬‬
‫کله چه مونږ سره ولیدل همدا خبره ئې تائید کړه او د‬
‫خپلې مټې د مرمۍ داغ ئې هم ماته وښود‪.‬‬
‫او وئې ویل چه‪" :‬کله ناڅاپي ډزونه وشول هغه هم په ارګ‬
‫کې او هم په اعلحضرت نادر خان د یوه متعلم له خوا‪ ،‬نو‬
‫دې آواز هلته والړ جنراالن او نور دولتي مومورین هومره‬
‫وډار کړل چه کله نادرخان په ځمکه لویده نو یو نفر هم له‬
‫هغو جنراالنو او دولتي مامورینو څخه پاته نه وو‪ .‬ټول‬
‫وتښتیدل حتی د نادر خان سکنی ورور جنرال شاه محمود‬
‫خان له ټولو په مخکې له میدان څخه ترې تام شو‪ .‬نو ما د‬
‫نادرخان نعش په خپله غیږ کې ونیوو‪) .‬د همدغې لحظې‬
‫یو عکس هم شته(‪ .‬پداسې حالت کې چه په هغې ورځې‬
‫د هر کال په څیر د مختلفو مکتبونو ډیر شمیر شاګردان‬
‫رابلل شوي وو او د اعلحضرت نادر خان به ممتازو‬
‫شاګردانو ته جایزې ورکولې‪ .‬نو پدې شاګردانو یو بد ډار‬
‫‪722 of 1205‬‬

‫مسلط شوی وو څوک نه پوهیدل چه څه وشول او دوی‬


‫چیرته منډې وهلې او هره خوا د کوکو او ژړاوو چیغې‬
‫وې…“‪.‬‬
‫پوښتنه مې ترې وکړه چه کله عبدالخالق نارحمه‬
‫ترینې شکنجې ولیدلې او د شاهي ارګ په زندان کې به‬
‫هره شپه او هره ورځ شکنجو ته بوول کیده او چه بیا له‬
‫تګ څخه ولوید‪ .‬نو به ئې په زنبیل کې اوړ فقط پدې‬
‫پوښتنو چه‪" :‬ووایه ! چه نور څوک درسره وو؟ ووایه ! چه‬
‫چا تاته ویلي وو چه اعلحضرت ووژنه ؟“‪ .‬مګر ځواب یو‬
‫ځواب وو چه "ما پخپله وویشت ! هیڅوک راسره نه وو ! ما‬
‫پخپله تصمیم نیولی وو“‪ .‬او کله ئې چه د دهمزنګ زندان‬
‫ته د غرغرې کولو لپاره دوی ټول راوستل نو د عبدالخالق‬
‫پالر او ماما ئې هم اعدام کړل‪ .‬چه دا اعدامونه ئې د‬
‫عبدالخالق تر مخ اجرا کړل‪ .‬بیا چه کله نوبت عبدالخالق ته‬
‫راورسید نو یو لوړ رتبه دولتي مامور رانژدیشو له خپل‬
‫جیب نه ئې چاکو راوویست او عبدالخالق ته ئې وویل چه؛‬
‫ووایه د تفنګچې ماشه د په کومه ګوته کش کړه؟ نو‬
‫نوموړي د عبدالخالق د ښي الس د شهادت ګوته په چاکو‬
‫‪723 of 1205‬‬

‫لکه اره کرار کرار په یو ناروغ ذوق پریکړه‪ ،‬چه د عبدلخالق‬


‫له خولې "آه ال هم ونه اوت" بیا د دولت یو بل چاپلوس لوړ‬
‫رتبه مامور د چاپلوسي په مسابقه رامنځ ته شو نو ئې دا‬
‫خامکی ځوان پدې خبرې مخاطب کړ چه "ته رانژدیشه چه‬
‫د نښې نیولو سترګه د وباسم“‪ .‬او د عبدالخالق ښی‬
‫سترګه ئې په چاکو وویستله‪ ،‬او د تعجب خبره داده چه بیا‬
‫هم په عبدالخالق کې د یو پوالدي مقاومت د مجموعې‬
‫تحمل او له تحمل څخه لیرې قوت دوباره ښکاره شو‪ .‬او د‬
‫سترګې په ویستلو کې ئې له خاموشي څخه اندکترین غږ‬
‫ونخوت‪ .‬او یو بل دریم دولتي مامور چه بیا هم د شاهي‬
‫کورنۍ ته ئې د خپلې غالمي صداقت ښکاره کول غوښتل‬
‫په عبدالخالق ورمنډه کړ او د نوموړي پوزه ئې هم پریکړه‪.‬‬
‫او ورسره ئې عبدالخالق د والړو عسکرو د برچو مخې ته‬
‫وغورځاوو چه په وجود ئې نارحمه د برچو وارونه وشول‪ .‬او‬
‫د هغې صحنې د یو لیدونکي له یاداشتونو څخه چه‬
‫عبدالخالق ډیر ژر په یو موټی سرې غوښې واووښت‪ .‬او‬
‫لکه یوه مرغۍ له خولې ئې څو شیبې نري نري غږونه‬
‫وختل او بیا غلی شو‪.‬‬
‫‪724 of 1205‬‬

‫نو ما له عبداهلل خان ببرک نه پوښتنه وکړه چه "تاسې د‬


‫نوموړي مړی څه کړ؟!“‪ .‬د نوموړي رئیس مخ ته مې کتل‬
‫چه له وینو ډک شو او خپل وچپیلی ئې په شیبو شیبو په‬
‫چُپه خوله وماښه‪ ،‬نا آرامه ښکاره کیده‪ ،‬لکه داسې چه یا‬
‫ئې هغه صحنه ورپه یاد شوې وي او یا خو نه غواړي چه‬
‫د یوې خاموشې کړې ګناه له پوښتنې سره دننه په ځان‬
‫کې لدې ډیر پاته شي‪ .‬ځکه چه د عبدالخالق په وژلو او‬
‫شکنجو کې دا رئیس هم شریک وو‪ .‬بیا ئې په ناراحته‬
‫حالت وویل چه ‪" :‬د دهمزنګ د زندان غربي مخه او ټوله‬
‫سیمه کې پراخه ډنډ اوبه وې چه درګې به هم پکې شنې‬
‫کیدلې‪ .‬نو د عبدلخالق مړی ئې په هماغو اوبو کې‬
‫وغورځاوو !“‪.‬‬
‫بیا همدا عبداهلل خان چه کله لدې صحبت څخه خپل کور‬
‫ته ستون شو‪ ،‬په هغه سبا ئې خبر شولم چه نوموړی د‬
‫زړه له سکتې څخه مړ شو کال ‪ ۱۹۷۴‬اوړی وو‪ .‬جنازې ته‬
‫ئې ورغلم چه د شهدای صالحین په نوم ادیره کې خاورو‬
‫ته وسپارل شو‪.‬‬
‫‪725 of 1205‬‬

‫‪ .۱۷‬د جمهور رئیس محمد داود خان قبر هم ورک شو ‪ .‬په‬


‫کال ‪۱۳۵۷‬ش په رڼا ورځ د کمونستانو "خلق ګوند او د‬
‫پرچم ګوند" کودتا پیل شوله‪ .‬زما یاد شي چه د پنجشنبې‬
‫ورځ وه او چه کله ټول دولتي مامورین رخصت شوي وو‪.‬‬
‫له غرمې وروسته په شاهي ارګ د کودتا پوځیانو عمومي‬
‫برید وکړ چه ټانګونه د کودتا اصلي جنګي وسله وه او‬
‫پیاده عسکرو د ارګ د جنوبي دیوال بیخ ته ډزونه کول‪ .‬له‬
‫غرمې وروسته په ‪ ۲‬بجو او ‪ ۱۵‬دقیقو په ملړي ځل د میګ‬
‫طیارې راښکاره شولې او په شاهي ارګ ئې توندې غوټې‬
‫پیل کړلې چه لدې توندو غوټو او سره به د چاودنو غږونه‬
‫یو ځای شول‪.‬‬
‫زه د سردار محمد داود خان تر وژل کیدلو پورې او تر‬
‫هغه وخته چه د ارګ له شرقي برج څخه بیرغ راکوز کړل‬
‫شو همالته د پښتونستان په واټ کې ووم‪ .‬د ثور د‬
‫میاشتې خوږه هوا وه چه شنې تنکۍ پاڼو ونې ښکلې‬
‫کړې وې او چه کله د دوامداره ډزونو دوام تر مازدیګري‬
‫وخته غلی کیدو ته نژدیشوي وو دا هغه شیبې وې چه ملر د‬
‫پغمان د غرونو په لوړو څوکو والړ وو‪ .‬او دا هغه وخت وو‬
‫‪726 of 1205‬‬

‫چه یو په یو په همدې وخت کې ناڅاپي پاس د آسمان په‬


‫مخ یو څو ټوټې تورې وریځې راښکاره شولې او یوازې د‬
‫ارګ او نژدې شاوخوا سیمې په سر ودریدلې‪ .‬او زما یاد‬
‫شي چه دا هغه شیبې هم وې چه دننه په ارګ کې چه کله‬
‫سردار محمد داود خان ساه ورکړه‪ ،‬نو لدغو ټوټو وریځو‬
‫څخه الندې غټ غټ څاڅکي راولویدل‪ .‬لکه داسې چه‬
‫طبعیت د سردار محمد داود خان د مرګ په ویر کې هم‬
‫ځان شریک کړی وو‪ .‬واقعا َ زه شاهد ووم چه آسمان ژړل‬
‫چه ما د باران نوم ورنکړ! او د ملر سترګه مې د پغمان د‬
‫غرونو په جګو څوکو هغه وخت ولیدله چه باران اورونکې‬
‫وریځ کې یوه وړه چوله پیدا شوله چه ملر په غرغړو وو! د‬
‫هغې ورځې له یاداشتونو څخه به زه یو څو ټکي دلته‬
‫راواخلم چه ځینې خپلې خبرې لري‪:‬‬

‫ــ د دواد خان د وژل کیدو په نیټه غلط معلومات د چاپ‬


‫کړل شوو ځینو کتابو له دننه څخه لیکوالو ورکړي دي‪ .‬او‬
‫د ثور د میاشتې اتمه ورځ ئې ښودلې ده‪ ،‬نه داسې نده‪.‬‬
‫بلکه په هماغه د کودتا په ورځې مازدیګري وویشتل شو‬
‫‪727 of 1205‬‬

‫چه کله لس نفري عسکر د یو افسر په مشري چه "امام‬


‫الدین" نومیده او د لوګر والیت د زرغون ښار وو‪ ،‬ګلخانې‬
‫ته پدې مقصد له الودسپیکر سره ورواستول شول چه‬
‫تسلیم شي‪ .‬د کودتا د هوائي قواوو رهبري د ”عبدالقادر“‬
‫په وسیله کیدله چه د هوایي قواوو افسر وو‪ .‬دا افسر د‬
‫هرات د والیت وو چه په شوروي اتحاد کې ئې د خپل‬
‫هوائي مسلک تحصیل کړی وو او هم ئې د سردار محمد‬
‫داود خان له خوا په شوې کودتا کې مهم رول لوبولی وو‪.‬‬
‫نو سردار داود خان ځواب ورکړ چه سمه ده زه به پدې‬
‫شرط تسلیم شم چه خپله عبدالقادر خان دلته راشي‪ .‬کله‬
‫چه د عبدالقادر خان په ځای دا بل نفر خونې ته ننوت‪ ،‬په‬
‫ننوتلو سره سردار محمد داود خان درۍ پرله پسې د‬
‫تپانچې ډزونه پرې وکړل‪ ،‬پدې ګمان چه عبدالقادر به‬
‫ووژني‪ .‬مګر امام الدین په مټ ولګید او زخمي شو‪ .‬زخمي‬
‫شوي افسر خپلو عسکرو ته د "فیر" امر ورکړ‪ .‬هلته په‬
‫ګلخانه کې بند پاته وزیران‪ ،‬د دواد خان ورور نعیم خان‪،‬‬
‫د دواد خان ښځه ټول او ټول ووژل شول‪ .‬د دواد خان‬
‫ښځه د اعلحضرت محمد ظاهر شاه خور وه‪ .‬داودخان په‬
‫‪728 of 1205‬‬

‫اعلحضرت محمد ظاهر خان پداسې وخت کې کودتا وکړه‬


‫چه اعلحضرت یوه هفته مخکې د هر کال په څیر ایتالیا ته‬
‫د عمومي تداوي لپاره تللی وو او خپل مشر زوی "احمد‬
‫شاه" ئې خپل کفیل پرې ایښی وو‪ .‬نو داود خان سپینه‬
‫کودتا په کال ‪۱۳۵۲‬ش د سرطان د میاشتې په ‪۲۶‬مه نیټه‬
‫سرته ورسوله‪.‬‬
‫ما هم په ابتدأ کې له داود خان سره د جمهوریت په نوي‬
‫نظام کې تر یوه وخته پورې برخه واخستله او بیا دادی‬
‫اوس ئې په مرګ هم شاهد شوم‪.‬‬

‫ــ آوازه وه چه په کودتا کې د شوروي پیلوټانو په ارګ‬


‫باندې د بمونو وظیفه په غاړه درلودله‪ .‬نه داسې نه وو‪ .‬دا‬
‫ځکه چه ما عبدالقادر له ډیره پخوا څخه پیژانده او له هغه‬
‫وخته چه کله زه په خارج کې په تحصیل بوخت ووم‪ ،‬ماته‬
‫خبر راغی چه ډیر افغانان د افسري په مختلفو مسلکونو‬
‫کې شوروي ته تللي دي‪ ،‬چه یو ئې هم همدغه عبدالقادر‬
‫وو‪ .‬عبدالقادر راته وویل چه دا دوه افغان پیلوټان وو چه د‬
‫کودتا په ورځې ئې وظیفه درلودله‪.‬‬
‫‪729 of 1205‬‬

‫ــ په هغې ورځې کوم چه ما له خپلو دوو دوستانو سره د‬


‫کابل والیت په زندان کې د بندي شوي "نورمحمد ترکي" د‬
‫خالصولو عملیات له نژدې ولیدل‪ ،‬چه د کوماندو یو دلګی‬
‫عسکرو د والیت په شرقي دیواله ورواووښتل او د ځینو‬
‫دوامداره فیرونو وروسته ئې نوموړی بندي په ټانک کې‬
‫بوته‪ .‬د والیت له دننه د زندان له موظفینو پیره دارانو څخه‬
‫یوازې دوه درۍ ډزونو پرته بل کوم مقاومت ښکاره نشو‪.‬‬

‫ــ او ډیر مهم دا چه د کودتا په ورځ چه هم په شاهي ارګ‬


‫ډزونه کیدل او هم هوائی حملې وې او هره خوا د جنګ‬
‫حالت وو‪ ،‬مګر د کابل اوسیدونکي هره خوا له خپلو‬
‫دفترونو‪ ،‬دوکانونو څخه د راوتلو مامورینو او عام خلکو‬
‫څخه د ارګ شااخوا ټول سړکونه ډک وو‪ .‬لکه چه د اختر‬
‫ورځ وي‪ .‬وړو هلکانو چیغې وهلې ”سګرټ‪ ،‬ساجق واخلۍ‬
‫سګرټ“‪ .‬او نور آوازونه به وو لکه؛ "شورنخود شور نخود“‪.‬‬
‫پدې نپوهیدل چه خبره څه ده؟ که دا کودتا وي‪ ،‬مګر آیا‬
‫داسې قوت شته دی چه یو څوک د سردار داود خان په‬
‫‪730 of 1205‬‬

‫ضد کودتا وکړي‪ ،‬او یا د کودتا کولو حتی جسارت ال‬


‫ښکاره کړي؟‬
‫په هغه مازدیګري چه کله د باران ناڅاپي څپه تیره‬
‫شوله او بیرغ د ارګ له برج نه راکوز کړل شو‪ ،‬نو د‬
‫”زرنګار" پارک ته د خلقیانو یو غړی چه په خټه هزاره وو‬
‫او "کریم میثاق" نومیده راغی‪ .‬په یو جګ ځای ودرید او‬
‫په زوره زوره غږ ئې نطق پیل کړ‪ .‬ځینې کسان ترې تاو‬
‫شول‪ .‬یوه جمله ئې داسې وه چه‪" :‬رفقا! ګلیم استثماري‬
‫ئې دونیم صد ساله ئې خاندان محمدزائی ها بکلی‬
‫بوسیله انقالب ما‪ ،‬یعنې حزب خلق برچیده شد‪ .‬زنده باد‬
‫حزب دیموکراتیک خلق افغانستان…“‪.‬‬
‫معلوم نه وو چه دا "ما" څوک وو‪ .‬الکن د خلق ګوند هر‬
‫چا پیژاند چه د ماسکو تابع او د شوروي پیروان او د‬
‫هغوی جاسوسان او الس پوڅي غالمان دي‪ .‬بل ټکی دا‬
‫وو چه نوموړی نطاق د پرچم نوم وانخست‪ ،‬ځکه چه دوی‬
‫دواړه له ډیرو کلونو تر خپلو منځو هومره دښمن وو چه ال‬
‫د اخوانیزم او د خپل همدې دښمن په مقابل کې نه وو‪.‬‬
‫چه بیا ددوی له همدې دښمنیو او یو د بل په ضد له‬
‫‪731 of 1205‬‬

‫کنځلو او یو د بل د تحقیرولو له تبلیغونو څخه اخوانیانو‬


‫ګټه پورته کوله‪.‬‬
‫سردار محمد داود خان چه د چپي افکارو د لرلو په‬
‫تور اکثرا َ په غربي هیوادونو کې په "سور پرنس" یو پټ‬
‫سیاسي شهرت درلود‪ ،‬چه دا شهرت غربي هیوادونو ته‬
‫پداسې مرحله کې یو خطر ښکاره کیده‪ .‬چه د شوروي‬
‫اتحاد او د غربي هیوادونو تر منځه د امریکا په شمول یو‬
‫اوږد سوړ جنګ جاري وو‪ ،‬چه سخت نا آرامه کونکی هم‬
‫وو‪ .‬خصوصا َ چه کله "نکسن" افغانستان ته د ‪۱۹۵۰‬م‬
‫کال د لسیزې په نیمایه کې راغی او افغانستان سره ئې‬
‫د دوستي او کومک په ځای "نکسن" برعکس هغه هیواد‬
‫دوست وګاڼه کوم چه دا هیواد پاکستان وو‪ .‬او په هغې‬
‫مرحلې کې چه کله سردار محمد داود خان خپل ټول‬
‫سیاسي زور د یو خیالي "پشتونستان" په جوړولو آچولی‬
‫وو او پاکستان ته ئې حتی د جنګ او سفربري اعالن په‬
‫ورکولو د افغانستان د خلکو بې سنجشه احساسات‬
‫پارولي وو‪ ،‬نو د داود خان همدې خپلو خیالي پکرونو او‬
‫پالنونو د شوروي غیږې ته وغورځاوو‪ .‬د خپلو خیالي‬
‫احساساتو ښکار شو چه د وطن دروازې ئې د شوروي‬
‫په لور خالصې پریښودلې‪ ،‬پدې شخصي غوصې چه له‬
‫‪732 of 1205‬‬

‫امریکا څخه مرور شوی وو او په مقابل کې ئې د دوستي‬


‫السونه ماسکو ته ورکړل ‪ .‬او همدغه علت هم وو چه په‬
‫”کمونست یا سور پرنس" مشهور شو‪ .‬حال دا چه داود‬
‫خان نه کمونست وو او نه هم اخوانی‪ ،‬بلکه داود خان د‬
‫خپل سیاسي حرص او د واکمني ګټلو یوازنی همدا‬
‫مطلب له ډیره پخوا څخه دننه په خپل فامیل کې درلود‪.‬‬
‫چه د شاهي کورنۍ "محمدزي خاندان" په اړیکو کې دا‬
‫رنګه د واکمني په نوبت جنګونه تیره زړه سابقه درلودله‪.‬‬
‫چه یو او بل به ئې د تخت د ګټلو په منظور وژل‪.‬‬
‫نوموړی د اعلحضرت محمد ظاهر شاه د آکا زوی‬
‫هم وو‪ .‬پدې مانا چه دوی دری وروڼه وو چه‬
‫سردارمحمدیوسف خان‪ ،‬سردار محمد آصف خان او‬
‫سردار عبدالعزیزخان نومیدل‪ .‬اعلحضرت ظاهر خان د‬
‫محمد یوسف د زوی محمد نادر خان زوی وو او سردار‬
‫محمد داود خان د سردار عبدالعزیز زوی وو او پالر ئې‬
‫د جرمنی په برلین کې چه کله سفیر وو د یو ځوان افغان‬
‫له خوا ووژل شو‪ .‬همدا ُعقده ئې په زړه کې تل پاته شوله‬
‫چه په افغانستان کې د نوموړي د شخصي کبر او د‬
‫خودخواهي خوی چه ال له وړکتوب څخه ئې درلود په‬
‫”لیوني سردار“ مشهور کړی وو‪ .‬چه له خپل همدې نوم نه‬
‫‪733 of 1205‬‬

‫ئې ذوق هم آخست‪ ،‬چه له خپلې خولې څخه ئې یو ځل‬


‫ما پداسې یو مجلس کې واوریدل چه کله اخوانیانو په‬
‫پنجشیر او په پکتیا د "ګیانا" د ځدراڼو په سیمه کې په‬
‫حکومتي مامورینو حملې پیل شولې او حتی په کابل کې‬
‫د حکومت وزیر ئې هم وواژه‪ .‬نو سردار داود خان چه‬
‫سخت په قهر شوی وو وویل چه‪" :‬مرا مجبور نسازید که‬
‫باز همان سردار دیوانه شوم ‪ .“! ...‬وژل شوی د پالن‬
‫خرم" نومیده‪ .‬چه د جمهور رئیس سردار‬ ‫وزیر وو چه " ُ‬
‫محمد داود خان غرور ته ئې سخت د حقارت ضربه‬
‫رسولې وه‪.‬‬
‫اصالَ دده شخصي غرور او سیاسي حرص دده‬
‫پخپل الس دده د غاړې زیندۍ شوله‪ ،‬چه کله ئې د‬
‫اعلحضرت محمد ظاهر خان په غیاب کې کودتا د‬
‫کمونستو پوځیانو په الس تر سره کړه‪ .‬دا هغه کسان وو‬
‫چه د نوموړي د صدارت په وخت کې د ‪ ۱۹۵۰‬په لسیزه‬
‫کې له شوروي سره د دوستي د معاهدې له مخې بیحده‬
‫زیات شمیر پوځیان په مختلفو مسلکونو کې ماسکو ته د‬
‫تحصیل په منظور آستولي وو‪ .‬او کله چه ال د کودتا پټې‬
‫خبرې ئې له همدې افسرانو سره په پټو ځایونو کې کولې‬
‫نو دوی ته به ئې دا ویل‪:‬‬
‫‪734 of 1205‬‬

‫”ما چه تاسې شوروي اتحاد ته د تحصیل لپاره واستولی‬


‫پدې منظور چه یو وخت به مې پکار ش” ‪ .“! ...‬دا هغه‬
‫وخت وو چه سردار محمد داود خان چه کله له صدارت‬
‫چوکۍ او مقام څخه د اعلحضرت ظاهر خان په فرمان‬
‫عزل شوی وو او لس کاله په کور کې ناست وو‪ .‬چه دا‬
‫نوموړي ته یو بل حقارت وو‪ ،‬چه بې نومه په کور کې‬
‫ناست وو‪ .‬د خلکو له ژبو لویدلی وو او له یاده وتلی وو‪،‬‬
‫چه ئې ال هم د سیاسي حرص ُعقدې زیاتې کړې وې‪.‬‬
‫نور نو خبره د یو انتقام وه‪ ،‬چه آیا څه وخت به ئې د‬
‫کودتا له الرې سرته رسوله؟‬
‫ما په کال ‪۱۹۵۰‬م د خپل یو خپلوان له خولې چه له‬
‫سردار داود خان سره ډیر نژدې دوست وو او لوړه‬
‫چوکۍ ئې په دولت کې درلودله‪ ،‬واوریدل چه‪:‬‬
‫”یوه ورځ د ارګ دننه زه‪ ،‬سردار محمد داود خان او‬
‫سردار عبدالولی د اعلحضرت ظاهر خان په حضور کې‬
‫د مازدیګري د چای په صحبت ناست وو‪ .‬دا نوی ځوان‬
‫سردار عبدالولي د خبرو او صحبت په ترڅ کې څو څو‬
‫ځله سردار داود ته تحقیر آمیزه خطاب وکړ‪ .‬چه نوموړي‬
‫په چُپه خوله د هغه تحقیر امیزه خبرې آوریدلې‪ .‬مګر کله‬
‫چه د سردار عبدالولي ژبه ال هم تیره شوله‪ ،‬نو سردار‬
‫‪735 of 1205‬‬

‫داود په یو ناڅاپي قهر پاڅید او په یو قوي بوکس ئې‬


‫سردار عبدالولي پداسې شدت وواهه چه کوز په ځمکه‬
‫پریوت‪ .‬او سردار داود هماغسې خاموشه بیرته په خپل‬
‫ځای چه کله کشیناست‪ ،‬نو اعلحضرت ظاهر خان له‬
‫مجلس نه پاڅید…“‪.‬‬
‫له سردار محمد یوسف خان نه څلور زامن پاته‬
‫شول چه محمد نادرخان‪ ،‬شاولي خان‪ ،‬شاه محمود خان‬
‫او محمد هاشم خان نومیدل‪ .‬سردار عبدالولی د شاه ولي‬
‫خان زوی وو‪ ،‬چه بیا د قوای مرکز قوماندان او جنرال‬
‫وو‪ .‬چه کله سردار محمد داود خان په کال ‪۱۹۷۳‬م کودتا‬
‫وکړه‪ ،‬هم ئې سردار عبدالولي او هم ئې د هغه پالر‬
‫مارشال شاولي خان موقتا ً په زندان کې واچول‪ .‬بیا‬
‫وروسته له څو میاشتو خوشې شول او نیول شوي نور‬
‫سرداران هم ایتالیا ته په تبعید والړل‪ .‬مارشال شاولي‬
‫خان همالته په ایتالیا کې مړ شو‪.‬‬
‫سردار محمد داود خان هم له اعلحضرت ظاهر خان‬
‫نه مشر وو او هم د تخت د نیولو نوبت ئې د ځان باله‪،‬‬
‫چه یو دلیل ئې دا هم وو چه د "اعلحضرت ظاهر خان‬
‫‪ ۴۰‬کلنه پاچاهي نور بس ده“‪.‬‬
‫‪736 of 1205‬‬

‫د داود خان آرمان پوره شوی وو او په شاهي‬


‫کورنۍ کې د واکمني نوبت ته رسیدلی وو‪ ،‬مګر پداسې‬
‫السونو چه بیرته د هماغو السونو له خوا ووژل شو چه دا‬
‫السونه پرچمي افسران وو چه ئې اقتدار ته ورساوو مګر‬
‫د خلقي کمونستانو له خوا ووژل شو‪ .‬علت ئې پخپله‬
‫سردار داود وو‪ .‬پدې مانا چه‪:‬‬
‫کله چه د سرطان په ‪۲۶‬مه نیټه کال ‪۱۳۵۲‬ش داود‬
‫خان جمهوریت اعالن کړ په واقعیت کې دا د پرچم د‬
‫حزب اقتدار وو‪ ،‬چه په پراخه پیمانه ئې دا تبلیغ کاوو چه‬
‫"داود خان زمونږ د حزب پخوانی غړی وو …"‪ .‬لدې تبلیغ‬
‫څخه ئې درۍ مهمې ګټې واخستلې‪.‬‬
‫یو‪ :‬دا چه خپل حزبي مالتړي ئې ډیر کړل او نوي غړي‬
‫ئې خپل حزب ته جذب کړل‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬د خلق د ګوند د غړو ټکولو فرصت ئې الس ته‬
‫ورغلی وو‪ ،‬چه له ډیره پخوا څخه یو د بل دښمنان وو‪.‬‬
‫خصوصا َ چه کله په جمهوریت کې مهمې او لوړې چوکۍ‬
‫د پرچم غړو ته ورکړل شولې‪ ،‬نو د خلق حزب هم مرور‬
‫شو او هم بیا د داود خان دښمن شو‪.‬‬
‫‪737 of 1205‬‬

‫دریم‪ :‬پرچم خپل نور سیاسي رقیبان هم د دواد خان په‬


‫مټ وځبل‪ .‬او د څو کودتاوو پالنونه په اعدام او په بندي‬
‫کولو پای ته ورسیدل‪.‬‬
‫داود خان چه کله واکمن شو‪ ،‬نو څومره ئې چه دننه‬
‫په خپل حکومت کې په پرچمیانو تکیه وکړه او لدې الرې‬
‫هم په "کمونست" او هم د "پرچم د حزب په غړیتوب"‬
‫بدنامه شو‪ ،‬هومره ئې هم په خارجي سیاست کې له غرب‬
‫او اسالمي هیوادونو څخه مخ آړولی وو‪ .‬چه د دنیا ډیر‬
‫کمونستي ضد هیوادونه یې پدې تشویش کې واچول او د‬
‫شورویانو پوښې په افغانستان کې هم ځای پیدا کړ‪.‬‬
‫مګر کله چه یونیم کال تر دوکلو وروسته خپلې‬
‫اشتباه ته متوجه شو‪ ،‬چه کرار کرار دننه خپل خلک مخ‬
‫ترې آړوي او له بهر څخه هم فشارونه پرې ډیر شول‪ ،‬نو‬
‫د ملړۍ اشتباه تر څنګ ئې دوهمه اشتباه هم تر سره‬
‫کړه‪ .‬او هغه اشتباه دا وه چه په حکومت کې ئې دننه‬
‫مقرر کړي پرچمیانو باندې فشار راووست او د هغوی په‬
‫ټکولو ئې سیاسي برید وکړ‪ .‬خپلې کابینې ته یې پخواني‬
‫زاړه بیروکراتان او رشوت خوران راوستل‪ .‬او په بهرنۍ‬
‫سیاست کې کرار کرار له ماسکو نه مخ د عربو او‬
‫اسالمي هیوادونو په شمول غرب ته هم واړاوو‪.‬‬
‫‪738 of 1205‬‬

‫تر دې مودې ئې چه د اخوانیزم ځینې رهبران په‬


‫پرچمیانو ټکولي وو او د هغوی د تبلیغ او حتی عملي‬
‫حملو هدف شوی وو‪ .‬او ټول داود خان ته دښمنان شوي‬
‫وو چه ځینې اخواني رهبران پاکستان ته پناه وړې وه او‬
‫د پاکستان له خوا په پیسو او وسلو ونازول شول‪ .‬دننه په‬
‫افغانستان کې د اخوان چریکي عملیات د پاکستان په‬
‫مټ پیل شول‪ .‬مګر پدې ځل ئې چه له پرچمیانو او له‬
‫ماسکو مخ واړاوو‪ ،‬نو دوهم کتار دښمنان یې هم پیدا‬
‫کړل‪ .‬پداسې حال کې چه نه عربي او اسالمي هیوادونو‬
‫مخ ورکړ او نه هم غرب او امریکا ته د منلو شوی وو‪ .‬او‬
‫همدا علت وو چه داود خان دننه په افغانستان کې لکه‬
‫څرنګه ئې چه په یو مجلس کې د خپل پخواني لقب‬
‫”سردار دیوانه" تهدید کړی وو نو ئې په یو قوي‬
‫جاسوسي او پولیسي تشکیالتو تکیه وکړه‪ .‬چه دې رنګه‬
‫تګالرې عموما ً د خلکو په زړونو کې ډار واچاوو‪ .‬نژدې وو‬
‫چه د امیرعبدالرحمن خان د جاسوسي جهنمي تشکیالت‬
‫مرحله یو ځل بیا راژوندی کړي‪.‬‬
‫او همدا په خلکو فشار وو چه داودخان د خلکو په‬
‫زړونو کې ځان ته ځای پرینښود‪ .‬او ثبوت ئې دا وو چه‬
‫کله د ثور د میاشتې د کودتا مرمۍ په ارګ اوریدلې او‬
‫‪739 of 1205‬‬

‫کودتا هم په رڼا ورځ وه‪ ،‬نو خلکو په رڼا ورځ ولیدل چه‬
‫داود خان څومره تنها وو‪ .‬څوک ئې مالتړ ته رانغلل‬
‫پداسې حال کې چه پوځي قشلې او تاڼې له ارګ څخه‬
‫ډیرې لیرې نه وې‪ ،‬نژدې پرتې وې‪ .‬مګر که پوځي قشلې‬
‫لیرې نه وې خو د خلکو زړونه د داود خان د پرله پسې‬
‫اشتباهاتو په علت له داود خان څخه ډیر لیرې وو‪.‬‬
‫له نژدې څخه ما د داود خان د جمهوري نظام روحیه‬
‫او د هغه د خپل خطاب او مانیفست د بیان الره چه داود‬
‫خان خلکو ته وړاندې کړی وو له نژدې څخه لیدله‪ ،‬چه‬
‫څرنګه بیرته د خپل خطاب له الرې مګر خپل ګامونه د‬
‫خپل بیان په خالف آخلي‪ .‬په هر ګام کې به غورځیده‪ ،‬او‬
‫پخپله ئې ځان غورځولو ته ورساوو‪ .‬اصالَ خبره دا وه چه‬
‫داود خان د جمهوري نظام له اعالن سره دوه شوی وو‪.‬‬
‫پدې مانا چه دننه خودخواه او لیونی شهزاده او نازولی‬
‫محمدزی وو او بهر په ژبه د خپلې کودتا د مشروع‬
‫ښکاره کونکي یو حرکت مدافع وو‪ ،‬چه تش دا یوه ژبه وه‪.‬‬
‫چه د جمهوري نظام د مانیفست په مطن کې ادبي جملې‬
‫شوې وې‪ ،‬الکن پخپله داود خان په خپل بطن کې هماغه‬
‫دیکتاتور وو‪ ،‬نه دیموکرات‪ .‬غوښتل ئې چه په خپلو خلکو‬
‫‪740 of 1205‬‬

‫خپل رحم خرڅ کړي‪ .‬او خلک ئې د داسې ترحم په‬


‫وړاندې د شکران غالمان پاته شي‪.‬‬
‫د افغانستان په نوم هیواد په اعالنیدلو سره دوه نیم‬
‫سوه کاله د "پاس" ذهنیت جاري پاته شو‪ .‬له "پاس"‬
‫څخه مطلب د شاهي خاندان د محدودو څو کسانو د‬
‫واکمني انحصار وو‪ ،‬چه هر څه له هغوی څخه "الندې"‬
‫ته ورتلل‪ .‬او له "الندې" څخه مقصد د دې هیواد رعیت‬
‫وو‪ .‬خو نه په دولت باندې د خلکو باور وو او نه هم دولت‬
‫په خلکو باور درلود‪ .‬نه چه خلکو له دولت څخه خذمت او‬
‫کومک غوښت‪ ،‬بلکه چه یوازې خپل ظلم کم کړي‪ .‬د دولت‬
‫له ظلمونو "خصوصا َ مالیه‪ ،‬رشوت او په اولسوالیو کې‬
‫وهل ټکول" څخه پدې هیواد کې د خلکو عریضې د دولت‬
‫الس ته او د خلکو فریاد د دولت غوږو ته نه رسیدلې‪ .‬نو‬
‫په ځینو سیمو کې بیا خلکو الس توپک ته ورووړ او ځینې‬
‫عصیان او شورش هم ولیدل شو‪ ،‬الکن د دولت له خوا په‬
‫ټول چل او فریب او هم د پوځ له خوا دا قیامونه وټکول‬
‫شول‪ .‬چه دوه ځلې د امیر حبیب اهلل خان د پاچاهي په‬
‫زمانه کې وو‪ .‬او که بل وخت هم وو مګر مهم خصوص‬
‫دادی چه د غو قیامونو رهبري د مالیانو السونو ته سپارل‬
‫‪741 of 1205‬‬

‫شوې وه او یا هغوی په السو کې نیولې وه‪ .‬مانا دا چه‬


‫اسالم همیشه پیشقدمه قوت وو چه د جهاد په نوم په څو‬
‫مرحلو کې هر څه د اسالم لپاره بیرته د اسالم په پوښو‬
‫کې د افغانانو وینې توئې شوي دي‪ .‬او د خلکو د ملي‬
‫او سیاسي خپل شعور او د خپل هدف کومه حادثه پدې‬
‫هیواد کې کوم تاریخ نلري‪.‬‬
‫او همدغه د عربي اسالم د پیروانو‪ ،‬چه نن په‬
‫افغانستان کې په افغانانو یادیږي‪ ،‬ورانونکی فرهنګ دی‬
‫چه دا خلک ئې غالمان کړي او له خپل ملي پکر او‬
‫شعور او فرهنګ څخه ئې بیګانه کړي او پردي پردي‬
‫روزلي دي‪ .‬کوم خپل ویاړلی ملي تاریخ او ملي فرهنګ‬
‫نلري‪.‬‬
‫که سردار محمد داود خان کودتا وکړه‪ ،‬دا بیرته د‬
‫هماغه شاهي خاندان منسوب شخص وو چه د خپل‬
‫خاندان شاهي نظام انحصار ئې واړاوو او د جمهوریت‬
‫غږ پدې هیواد کې د یو شاهي خانداني کس له خوا‬
‫خپور شو‪ ،‬نه د رعیت او د دې هیواد د اوسیدونکو له‬
‫خوا‪.‬او بیرته د همدې رعیت له خوا ووژل شو‪.‬‬
‫‪742 of 1205‬‬

‫او که مخکې له داود خان څخه د رعیت منسوب یو‬


‫کلیوال افغان "کلکاني حبیب اهلل" د شاهي خاندان‬
‫واکمني ټغر ټول کړ‪ ،‬مګر نه دا چه د یو ملي شعور او‬
‫مترقي هدف په خاطر چه د دې هیواد د آبادي او عزت‬
‫ملي مطلب پکې وو‪ ،‬بلکه ظاملان او غله عوض شول‪.‬‬
‫او همدا غله وو چه بیا د مجاهدینو په شعار ئې د‬
‫کابل کورونه چور کړل او د کابل په پوښو والړ دیوالونه‬
‫ئې په کنډوالو واړول‪ .‬بیا ورپسې د اسالم د خوړونکې‬
‫خولې غاښونه راښکاره شول چه په هر عکس او په هره‬
‫مجسمه ئې خولې لګولې او په خلکو ئې په زور ګیرې‬
‫پریښودلې‪.‬‬

‫دا د تاریخ په نوم کیسې ندي‪ ،‬چه دلته لیکل کیږي‬


‫بلکه دا د یو روح داستان دی چه څرنګه په افغانانو کې‬
‫دننه دننه ذلت او زوال ته رسیدلی دی‪ .‬چه که د‬
‫کمنونستانو په نوم ئې د وژلو او د وحشت او ورانولو‬
‫یادونه او زخمونه پریښودل او که یا د مجاهدینو‪ ،‬او‬
‫طالبانو په نوم ښکاره شول‪ ،‬بل څه نه وو بلکه د یو‬
‫”خبیثه روح“ د خصلت او د خوی او ذهنیت بدرنګه څهره‬
‫‪743 of 1205‬‬

‫وه چه د همدې هیواد اوسیدونکي وو او اوسیدونکي دي‬


‫چه اسالم واقعا َ ناروغه کړي دي‪.‬‬
‫او ددې ناروغانو ناروغترین همیشه په کابل کې د‬
‫روشنفکرانو په نوم د یوې بلې ګمراهی عاملین شوي دي‬
‫او همدغه روشنفکرانو په نوم ناروغانو حتی د "روشن او‬
‫پکر" له پاکو کلیمو سره ال لوبې کړي دي‪ .‬د وړنګو په‬
‫ځای ئې د جهالت تورې تیارې شیندلې دي‪ .‬د یو هیواد‬
‫اوسیدونکو ته ئې له ذهنې اخالقو کار آخستی ندی‪ ،‬ځکه‬
‫چه دوی دروغ لیکل خصوصا َ د تاریخ په هکله ئې د‬
‫ذهني اخالقو اصول له پوښو الندې کړل‪.‬‬
‫پوښتنه داده چه دوی ولې په خپلو قلمونو دروغ‬
‫شیندل؟ او په دروغو کې ئې مطلب څه وو؟ او ددوی خپل‬
‫ذهني اخالق ولې کمزوري وو؟‬
‫دوی د خپلو خلکو د جهالت او بیسوادي په وړاندې‬
‫د یوې درنې تیارې مخې ته د حقیقت د بیان له څراغ او‬
‫وړنګو سره د وتلو جسارت ولې ندرلود؟ ولې د دروغو ټول‬
‫زور پدې یوازنی جملې آچول شوی وو او آچول شوی‬
‫پاته شو چه ووائي‪" :‬موږ یو قوي‪ ،‬یو تاریخي او یو آزاد‬
‫غیرتي ملت یو!“‪ .‬دلته د قوت د کلیمې مفهوم آیا له کومو‬
‫‪744 of 1205‬‬

‫تاریخي ریښو څخه الهام آخلي؟ او په څرنګه یو خصلت‬


‫دا د قوت کلیمه افاده کیږي؟‬
‫ال نن هم کال "‪۲۰۰۴‬م" چه جهانیان ئې د سر‪ ،‬مال او‬
‫ناموس د ساتلو لپاره راغلي دي‪ .‬له خپل وطن څخه یې د‬
‫ګدایګري د شرم کاسه او الس جوړ کړی دی‪ .‬هم چه‬
‫وطن وران او کابل کنډواله شوی دی‪ .‬او ال هم چه د خپل‬
‫کور د دیوال میخ ئې او د خپل ډوډۍ د نغري د لګولو‬
‫ګوګړ ئې د خپل الس او د خپل مټ ندي‪ .‬او خپل تاریخ‬
‫ته پنځه زره کلن وائي‪ ،‬مګر د بودیزم د عقیدې او فرهنګ‬
‫له تیر تاریخ څخه پاته تاریخي آثار په پټه باسي او‬
‫قاچاق کوي‪ .‬وړکي هلکان په عربي هیوادونو په قاچاق‬
‫خرڅوي‪ .‬د خپل ناموس په سر ال له عربي هیوادونو سره‬
‫د تجارت بازار جوړوي‪ .‬او کله چه د مخدره موادو او د‬
‫ځنګلونو او وړو هلکانو او د ښځو او د تاریخي غال شوو‬
‫آثارو د جرمونو د مجازات مرجع او د محکمې قاضي ال‬
‫ونلري‪ .‬داسې قاضي چه پخپله قاتل نه وي او پخپله غل‬
‫نه وي او په خپله د رشوت په حرامو کې غرق نه وي او د‬
‫یو هیواد قانون د پردي اسالم د جنایتونو او شریعت له‬
‫‪745 of 1205‬‬

‫تیارو څخه آزاد نه وي‪ .‬نو واقعا َ دا له شرمه وتلې خبره‬


‫ده چه مونږ ووایو چه مونږ آزاد او غیرتي ملت یو‪.‬‬
‫دې رنګه دروغو بیرته زمونږ دننه د روح هغه اخالقي‬
‫جسارت کمزوری کړ چه اوس د دروغو د ردولو جسارت‬
‫نلرو‪ .‬خصوصا َ چه په خپل وجدان باور نلرو‪ .‬په قاضي‬
‫باور نلرو‪ .‬په دولت باور نلرو‪ .‬په دوست او دوستي مو‬
‫باور نور ندی پاته‪ .‬په کسم خوړلو باور نلرو‪ .‬د صممیت‬
‫په قول شکمن شوي یاستو‪ .‬او کله چه د وطن د آبادي‬
‫غږ وي چه صداقت غواړي او له خپل جیب څخه مصرف‬
‫غواړي‪ ،‬نو کاڼه یو او د وطن د عزت په وړاندې ټول‬
‫بیتفاوته یو‪ .‬مګر چه کله د "جهاد" غږ شوی دی‪ ،‬نو له‬
‫هرې سیمې له هر جمات څخه او له هر کور او مسلک‬
‫څخه د راوتلو کسانو شمیر او د راټول شوي قوت په زړه‬
‫کې د غال د وژلو او د چور او چپاول وحشت نن هم د‬
‫افغانستان د روشنفکرانو له خوا د "افغانانو د ویاړلي‬
‫فرهنګ په نوم او د افغانانو د آزادي د افتخار په عنوان‬
‫ستایل کیږي او همدا د جهالت او وحشت تیارې تشویق‬
‫کیږي او شیندل کیږي“‪.‬‬
‫‪746 of 1205‬‬

‫پدې هیواد کې ځانته روشنفکر ویونکی ولې د‬


‫روشنفکري مقام نلري؟ پدې هیواد کې چه خلک خپل‬
‫ګمراه شوي ذهن ته پام نلري آزاد ندي‪ .‬خپل قانون ال هم‬
‫نلري او دا اخالقي پکر ال چه پکې پیدا شوی نه وي چه‬
‫شریعت د افغانانو قانون ندی‪ ،‬بلکه پردی دی‪ ،‬نو څرنګه‬
‫به ووائي چه موږ پنځه زره کلن تاریخ لرو او هیڅکله‬
‫غالمان شوي نه یو؟! دوی نپوهیږي چه خپل ملي قانون‬
‫خپله وینه ده! افغانانو که خپل وطن درلود مانا ئې دا هم‬
‫ده چه افغانان خپلې میندې هم لري‪ ،‬نو خپل قانون به‬
‫ئې د پردي عرب قانون نه وي‪ .‬لکه څرنګه ئې چه مور د‬
‫عرب نده‪ ،‬دین او ایمان ئې هم د خپل مور شیدې دي‪ .‬او‬
‫داسې یو دین په خپل اخالقي وجدان باور دی‪ ،‬کوم چه‬
‫افغانانو پیدا نکړ‪ .‬هغوی چه خپله وینه د پردي اسالم په‬
‫الر کې تویه کړه‪ ،‬هغوی د هماغه اسالم غالمان دي‪ .‬نو‬
‫بیا ویلی نشي چه مونږ غالمان شوي نه یو‪ .‬مونږ خپل‬
‫وطن او تاریخ لرو! دا یو حقیقت دی‪ ،‬مګر که افغانان ئې‬
‫نه مني الکن حقیقت له منځه نه ځي‪ .‬حقیقت نه ورک‬
‫کیږي‪ ،‬بلکه د حقیقت د نه منونکو اخالق له منځه ځي او‬
‫همداسې یو اخالقي پاک روح ئې ورک کیږي‪.‬‬
‫‪747 of 1205‬‬

‫زموږ د روشنفکر په نوم د قشر بنیاد هم د تشویق‬


‫پیوند له جهاد سره وینو چه بیا هم هماغه د سلطان‬
‫محمود زمانې ته رسیږي چه شوي جرمونه او جنایتونه‬
‫وستایل شول او همدغه د ګناه ذهن بیا پدې خلکو کې‬
‫پاته شو‪ .‬او کله چه بیا کابل پایتخت شو‪ ،‬ورسره کابل د‬
‫همدغو روشنفکرانو د قشر له قلم څخه د افغانستان له‬
‫نورو اوسیدونکو او سیمو څخه لیرې پریښودل شو‪ .‬مګر‬
‫د عبرت خبره داده چه کله به په کابل کې یوه نشریه خپره‬
‫شوله او د آزادي په نوم به ونومول شوله چه مطلب به د‬
‫پاچایانو او د دولتي تشکیالت ظلمونه وو او هغه ظلمونه‬
‫به په مقاله او یا کوم شعر غندل شوی وو‪ ،‬نو به دا‬
‫تفسیر ورکړل شو او ال اوس هم همدا تفسیر ورکول‬
‫کیږي چه‪:‬‬
‫”په فالني وخت کې د فالني پاچا د ظلمونو په ضد د‬
‫خلکو له خوا د آزادي خواهي نهضت پیل شو او بیا دا‬
‫نهضت وټکول شو ‪ ...‬او…“‪.‬‬
‫حال دا چه له یوې خوا چه د خلکو د اکثریت په‬
‫سلو کې ‪ ۹۹‬فیصده مطلق بیسواده‪ ،‬جاهل او په جماتونو‬
‫تړلي مسلمانان وو‪ ،‬بله خوا کابل د همدغو اکثریت‬
‫‪748 of 1205‬‬

‫بیسوادانو په سترګو او په ذهن کې یو پردی اولدوی څخه‬


‫لیرې ځای وو‪ .‬او کابل د دولت هغه ظالم ځای وو چه ټول‬
‫وزارتونه لکه د مار د سر زهرناک غاښونه په همدې کابل‬
‫کې وو‪ .‬دریم دا چه پخپله دا کابل نومی اوړ ځای او چه‬
‫د دولتي مامورینو د زمنو د ممتاز هغه ژوند پکې وو چه د‬
‫افغانستان د نورو سیمو د خلکو د ژوند په وړاندې پردي‬
‫وو‪ ،‬چه حتی پخپله د کابل سیمه هم د آسمائي او د‬
‫شیردروازې د غرونو له ملنو څخه غربي ساحې ته‬
‫غځیدلې نه وه او حدود ئې همدا غرونه وو‪ .‬څلرم دا چه‬
‫دا رنګه مقالې د کابل په هماغه شرقي او محدوده او‬
‫ممتازه ساحه کې ټولو نه لوستلې‪ .‬تش به یو ډیر کم‬
‫شمیر مجلسونو او پټو حلقو کې به د دغو مقالو‬
‫روشنفکرانو خبرې تودې وې‪ ،‬چه پخپله نور اوسیدونکي‬
‫به ال پرې خبر هم نه وو‪ .‬د داسې روشنفکرانو د‬
‫”نهضت“ په نوم ستایل شوی حرکت خصوصا َ د امیر‬
‫حبیب اهلل خان د پاچاهي په وخت کې تر سلو نفرو نه‬
‫رسید‪ .‬او چه د اعلحضرت محمد نادر خان د پاچاهي‬
‫مرحله هم ورسره یو ځای کړو او بیا په بندي خانو کې د‬
‫‪749 of 1205‬‬

‫بندي شوو روشنفکرانو شمیر حساب کړو نو بیا هم ‪۵۰‬‬


‫نفرو ته نه رسیږي‪.‬‬
‫مګر پوښتنه داده چه مونږ ولې ځانونه له خپل‬
‫واقعي حالت څخه همیشه ډیر "مهم او ډیرغټ" او‬
‫همیشه په دروغو بل څه او بدل ښئیو؟ کوشش کوو چه‬
‫ځانونه بل څه ښکاره کړو؟ آیا مونږ خپل دا رنګه روحي‬
‫کمزورتیا په دروغو ویلو له منځه وړلی شو؟ بلکه برعکس‬
‫په مونږ دننه د ال زیات اخالقي کمزورتیا په علت آوړي‪.‬‬
‫چه باید دروغ دوام ومومي‪ .‬دروغ دوام پیدا کړي چه‬
‫بالخره دروغ زمونږ په وینه کې ګډ شي او له مونږ څخه‬
‫یو ناروغ مخلوق جوړ کړي‪ .‬لکه څرنګه چه همدې ناروغي‬
‫له پوښوغورځولي یو‪ .‬او له همدې مرض سره آموخته‬
‫شوي یو‪ .‬چه بالخره ئې هومره پردي کړلو چه نن دروغ‬
‫او فریب کاري مونږ ته پردي نه ښکاري‪ ،‬بلکه برعکس‬
‫مونږ ته صداقت او حقیقت او میړانه پردي او حتی‬
‫دښمن ښکاري‪.‬‬
‫په واړه کابل کې چه واړه کورونه او یو اوړ نفوس‬
‫پکې اوسیده‪ ،‬یو څو دکانونه پکې وو او ورسره د یو څو‬
‫محدودو روشنفکرانو د زمانې د امکاناتو په چوکاټ کې‬
‫‪750 of 1205‬‬

‫یو څه تالش هم روان وو‪ .‬یو مثال یې د محترم غالمحمد‬


‫غبار یو لیکل شوی کتاب دی چه نوم ئې "افغانستان در‬
‫مسیر تاریخ" دی‪ .‬که څه هم محترم غبار صاحب پدې‬
‫کتاب کې د افغان راتلونکي نسل ته ډیر څه ورکړي دي‪،‬‬
‫چه د خپلې زمانې یوازنی په کالسیک شکل لیکل شوی او‬
‫ترتیب شوی د تاریخ کتاب دی‪ .‬او هم غبار صاحب‬
‫افغانانو ته یو منل شوی او محترم شخصیت دی‪ ،‬مګر د‬
‫یوه روشنفکر په صفت ده ته هم د انتقاد او د ګیلو ګوته‬
‫ځکه نیول کیږي چه؛ کله دا کتاب نشر شو‪ ،‬دې کتاب کې‬
‫د "افغان" په نوم مګر د "اسالم" تبلیغ او تجارت جاري‬
‫ساتل شوی دی‪ .‬په افغانانو افتخار شوی دی چه د‬
‫مبارک اسالم تمدن او مدنیت ئې هند ته ویوړ!!‪ .‬چه له‬
‫افغانانو څخه مقصد هماغه پښتانه دي چه هم د‬
‫غزنویانو او هم د غوریانو او هم د ابدالیانو په جهادي‬
‫تجاوزونو کې ئې ډیر زیات جنایتونه ترسره کړل‪ .‬او د‬
‫لیکوال له خوا همدې اسالمي جنایتونو ته د اسالم د‬
‫تمدن او مدنیت نوم ورکړل شوی دی‪ .‬او پښتانه ئې‬
‫باتور‪ ،‬غیرتي او زړور پدې خاطر ستایلي دي چه د‬
‫‪751 of 1205‬‬

‫اسالم په خذمت کې وو او اسالم ئې او هم "افغاني‬


‫فرهنګ" ئې هند ته ویوړ‪.‬‬
‫لداسې د ګوتو په شمار روشنفکرانو څخه دا توقع‬
‫کیږي چه که حقیقت له ډاره نشي ویلی‪ ،‬نو حد اقل په‬
‫حقیقت خاورې وا نه چوي‪ ،‬ځکه چه د حقیقت تحریف‬
‫کول ډیر منفي جانبي اعراض لري چه کیدای شي‬
‫راتلونکی نسلونه ګمراه کړي‪.‬‬

‫لکه څنګه چه ال نن هم چه کله پاکستان یو نوی راکټ‬


‫جوړ کړي‪ ،‬نو یا د "غوري" نوم ورکوي‪ ،‬یا د ”غزنوي“ او‬
‫یا د ”ابدالي“ نوم پرې کیږدي‪ .‬یانې د هندوانو وژونکي‪،‬‬
‫چه افغانان وو‪.‬‬
‫پدې هیواد کې د هر اوسیدونکي زړه په خپل کور‬
‫کې د همسایه له السه‪ ،‬د رعیت زړه د حکومت له السه‬
‫ځکه کوم هغه آرام ونه لید چه د ژوند په هر ګام کې او په‬
‫هر مسلک کې هر څه دروغ وو‪ .‬دا یو حقیقت دی چه په‬
‫موږ کې له پیړیو دروغ او نفرت‪ ،‬دښمني او منافقت نسل‬
‫په نسل زمونږ په وینه کې ګډ شول‪ .‬که وجود او جسم ته‬
‫پام وشو مګر په مونږ کې زمونږ روح ناروغ پاته شو‪ .‬که‬
‫‪752 of 1205‬‬

‫د یو وجود ناروغي د یو میکروب په تشخیص تداوي کیده‬


‫او تداوي شو‪ ،‬مګر مونږ د خپل روح ناروغه کونکي‬
‫میکروبونه ونه پیژندل چه هغه میکروب او میکروبونه فریب‬
‫او دروغ وو چه نتیجه ئې اخالقي زوال وو‪ .‬همدا اخالقي‬
‫زوال وو چه په مونږ کې یو "معنوي باور" پیدا نشو‪.‬‬
‫او همدې تګالرې په ټوله نړۍ کې یوازې د‬
‫افغانستان په نوم هیواد په یو داسې جهنم واړاوو چه‬
‫هیڅ چا پکې معنوی آرام ونه لید‪ .‬نه په نس موړ آرام وو‬
‫او نه هم کوم ګدایګر په نس موړ شو‪ .‬ځکه چه له پاچا‬
‫څخه نیولې تر ګدا پورې ټول روحا َ او معنا َ وږي وو‪ .‬معنا َ‬
‫ټول نا آرامه او ټول په حرص ککړ ګدایګران پاته شول‪.‬‬
‫که په نس ماړه هم شول الکن د ټولو سترګې وږې وې او‬
‫په سترګو وږي پاته شول‪ .‬کوم روحي آرام نه د پاچا په‬
‫نصیب شو او نه هم د ګدا‪ .‬دا یو جهنم وو‪ .‬دا د خپلو‬
‫کړو جرمونو بدترین مجازات پدې هیواد کې د ژوند په نوم‬
‫مګر ددې هیواد اوسیدونکو په ډیر شرم تیر کړ‪ ،‬چه هر‬
‫مسلمان افغان دننه په خپل ځان کې د کین او د منافقت‬
‫او چل او له دروغو څخه زندان پخپله پخپل الس ځان ته‬
‫جوړ کړی دی‪ .‬وزیر د خپل اخالقي فضیلت او د خپل‬
‫‪753 of 1205‬‬

‫اخالقي شخصیت د ساتلو په ځای پدې پکر او پالن خپل‬


‫روحي فضیلت له پوښو څخه غورځوي چه سبا ته له‬
‫څرنګه دروغو او فریب څخه کار واخلم‪ .‬چه حرام هضم‬
‫کړم‪ ،‬په خپلې چوکۍ پاته شم او څرنګه ژبه استعمال‬
‫کړم چه خلک ماته "نیک وزیر" ووائي‪ .‬ماته الیق او په‬
‫کار پوه او له حرامو پاک انسان ووائي‪ .‬د ماشومانو‬
‫قاچاقبر خپل نیک او انساني پکر او د پکر پاک حق په‬
‫ضد بیرته پخپله د خپل شرف دښمن ګرځي او په‬
‫دښمني آوړي‪ .‬او پالن جوړوي چه د ماشومانو‪ ،‬د ښځو‬
‫او د ځنګلونو او د تاریخي غال شوو آثارو او د مخدره‬
‫موادو د قاچاق له الرې د ثروت خاوند شي‪ .‬او بیا حج ته‬
‫په تلو دوباره د خپل وجدان مخ ته له خپلو خولې الړې توه‬
‫کړي‪ .‬او په همدې افغانستان کې د قلم او د تحصیل‬
‫خاوند هم د اسالم د جنایتونو او د جهاد په ستایلو او په‬
‫دین او د مذهب په منلو په خپل اخالقي روح خولې‬
‫لګولې‪ .‬خپل وجدان ئې د عربو په یوې خیالي فاحشه‬
‫خانې خرڅ کړ‪ .‬دا ټول د ګناه په هغو تیارو پدې هیواد‬
‫کې ښکاره شولې چه د افغان د ژوند هر ګام د اسالم په‬
‫شریعت وتړل شول‪ .‬که په افغانانو کې کوم وخت د خپل‬
‫‪754 of 1205‬‬

‫شرف او خپل د وطن عزت د ساتلو پکر او انساني ژبه‬


‫پیدا شي او کافر او مسلمان تر منځه د اسالم له خوا‬
‫تلقین او تبلیغ شوې دښمني رد کړي او د عربو جهاد ته‬
‫د عربو جنایت ووائي او د تیروریست ”محمد“ نومي عرب‬
‫او د القاعدې مشر "اسامه" او په افغانستان کې د‬
‫حضرت د پیر او د سید د جرمونو محاکمه وغواړي‪ ،‬نو به‬
‫د پردي اسالم د شریعت له خوا له مرګ سره مخامخ‬
‫کیږي‪ .‬پدې شیطاني تالش او پدې شیطاني ځیرکي چه‬
‫خپله اسالم او شریعت د مرګ د مجازات له محاکمې‬
‫څخه وژغوري‪ .‬د تاریخ او د بشریت د وجدان حکم دی‬
‫چه د عربو اسالم د دین او د وجدان په پلمه او نوم زیات‬
‫تاریخي او بشري جرمونه سرته رسولي دي‪ .‬دا بیرته‬
‫همدغه جنایت کار اسالم دی چه د خپلو پیروانو په خولو‬
‫کې ئې د شریعت په نوم د خاموشي قیضه آچولې ده‪،‬‬
‫چه د چا له خولې څخه د اسالم د کړو جرمونو په باره‬
‫کې غږ پورته نشي‪ .‬پدې شیطاني ځیرکي او تهدید چه‬
‫"په هغې بلې دنیا کې به د جهنم اور تاسې وسوزوي“‪.‬‬
‫نوټ‪ :‬لکه څرنګه چه مخکې وویل شول‪ ،‬د افغانستان د‬
‫هیواد له اعالنیدو څخه تر دا نن ورځې پورې د افغان‬
‫‪755 of 1205‬‬

‫پاچایانو مطلق اکثریت یا وژل شوي او یا تبعید شوي‬


‫دي‪.‬‬

‫‪ .۱‬ابدالي احمدشاه؛ شواهد ښئي چه دده د مرګ علت‬


‫زهر وو‪ ،‬چه د شاولي خان مستقیم الس پکې وو‪.‬‬
‫‪ .۲‬تیمورشاه؛ ویل کیږي چه د یوې ښځې له خوا زهر‬
‫ورکړل شول‪.‬‬
‫‪ .۳‬شازمان؛ اول ړوند کړل شو او بیا په هند کې د‬
‫محمود خور زهر ورکړل‪.‬‬
‫‪ .۴‬شامحمود؛ خپل ورور کامران وواژه‪.‬‬
‫‪ .۵‬شاشجاع؛ د باالحصار الندې ووژل شو‪.‬‬
‫‪ .۶‬دوست محمد خان؛ په هرات کې مړ شو‪.‬‬
‫‪ .۷‬اکبرخان؛ د خپل پالر دوست محمد خان په اشاره‬
‫زهر ورکړل شو‪.‬‬
‫‪ .۹‬افضل خان؛ پخپل مرګ مړ شو‪.‬‬
‫‪ .۱۰‬محمد اعظم خان؛ د وطن څخه دتیښتې په الره په‬
‫ایران کې مړ شو‪.‬‬
‫‪ .۱۱‬شیرعلي خان؛ په مزار کې کله چه مریض وو‪ ،‬د‬
‫زهرو الس ورورسید‪.‬‬
‫‪756 of 1205‬‬

‫محمد یعقوب خان؛ په تبعید کې مړ شو‪.‬‬ ‫‪.۱۲‬‬


‫عبدالرحمن خان؛ د زوی په الس زهر ورکړل شو‪.‬‬ ‫‪.۱۳‬‬
‫حبیب اهلل خان؛ په لغمان کې وویشتل شو‪.‬‬ ‫‪.۱۴‬‬
‫امان اهلل خان؛ په تبعید کې مړ شو‪.‬‬ ‫‪.۱۵‬‬
‫حبیب اهلل کلکاني؛ په کابل کې چانواري شو‪.‬‬ ‫‪.۱۶‬‬
‫نادرخان؛ په شاهي ارګ کې وویشتل شو‪.‬‬ ‫‪.۱۷‬‬
‫ظاهرخان؛ له وطنه تبعید شو‪.‬‬ ‫‪.۱۸‬‬
‫داود خان؛ له ټولې کورنۍ سره ووژل شو‪.‬‬ ‫‪.۱۹‬‬
‫نورمحمد ترکی؛ د خپل وفادار شاګرد په امر ووژل‬ ‫‪.۲۰‬‬
‫شو‪.‬‬
‫‪ .۲۱‬حفیظ اهلل امین؛ روسانو په خپل قصر کې وواژه‪.‬‬
‫‪ .۲۲‬ببرک کارمل؛ روسانو په تدریجي مرګ وواژه‪.‬‬
‫‪ .۲۳‬نجیب اهلل؛ طالبانو په کابل کې وواژه‪.‬‬

‫آیا ولې؟؟‬

‫***‬
‫‪757 of 1205‬‬

‫اوومه برخه‬
‫‪758 of 1205‬‬

‫افغانان د شلمې پیړی په پای کې‬

‫)‪(۱‬‬
‫ټول هغه مکتبونه چه د امیر حبیب اهلل خان له‬
‫پاچاهي سره او بیا وروسته له هغه تر کال ‪۱۳۵۷‬ش‬
‫پورې جوړ شوي وو‪ .‬او په ټولو هغو تحصیل ځایونو کې‬
‫چه په لسهاوو زرو افغانانو خپل تحصیل سر ته رسولی‬
‫وو‪ .‬او د ‪ ۱۳۵۷‬کال تر نیټې پورې دا مکتبونه او د‬
‫تحصیل یافته ګانو په نوم او د تعلیم او د تربئې د‬
‫عمومي هلو ځلو او ورسره د شوو مصرفونو مخې ته یو‬
‫لوی امتحان ودرید چه دا تاریخي امتحان د مکتب او‬
‫پوهنځیو له امتحان څخه یې ډیر فرق درلود‪.‬‬

‫ددې تاریخي امتحان فرق دا وو چه په الس کې ئې په‬


‫رڼا ورځ څراغ نیولی وو او په افغانستان کې او ددې‬
‫هیواد د اوسیدونکو په منځ کې ئې "سړۍ" لټاوو‪ .‬او د‬
‫هغه پالر خبره ئې تکراروله چه خپل زوی ته ئې کړې وه‬
‫چه‪" :‬زویه! وزیر به شې‪ ،‬مګر سړی به نشې“‪.‬‬
‫‪759 of 1205‬‬

‫نو پوښتنه دا وه چه؛ پدې هیواد کې تحصیل او تعلیم‬


‫او مکتبونو آیا څه کړي وو؟ کومه ګټه ئې آیا د انسان د‬
‫انساني ذهن جوړیدو ته رسیدلې وه؟ کومه ګټه ئې د‬
‫هیواد آبادي ته رسیدلې وه؟ خصوصا َ د تحصیل او تعلیم‬
‫له الرې د روشنفکرانو په دننه کې د یو "علمي‬
‫شخصیت“ په پیدا کولو او له پیدا کیدلو امید دا وو چه له‬
‫هر څه مخکې په افغانستان کې د یو تعصب او بې‬
‫سوادي د فاجعې مخه ونیسي‪ .‬کوم چه دا د تعصب او‬
‫بې سوادي فاجعه د "یو خیالي کمونیزم" آواز وو‪ ،‬چه په‬
‫کابل کې په رڼا ورځ د کودتا له الرې دا آواز د ټانګونو له‬
‫خولو څخه اووت‪ .‬پوښتنه دا وه چه؛ دا بې سواده مخلوق‬
‫څوک وو چه "خیالي کمونیزم" ئې په افغانستان کې‬
‫جوړاوو؟ او هغه جاهل کسان څوک وو چه پدې هیواد‬
‫کې یې د خیالي کمونیزم په مقابل کې د "خیالي جنت"‬
‫په خاطر په جهاد پاڅیدل؟‬

‫دا زمونږ د خپل ځان د پیژندلو کیسې دي چه د شرم‬


‫دردونه او د غالمي داستانونه لري‪ .‬یوه ډله د ماسکو‬
‫غالمان او بله ډله د عربو د مکې غالمان وو‪ ،‬چه یو او بل‬
‫‪760 of 1205‬‬

‫ئې وژل‪ .‬په السو کې ئې وسلې هم پردی وې او د دواړو‬


‫ډلو فکرونه او الرې هم پردۍ وې‪ .‬مګر دواړه دښمنې‬
‫ډلې د افغانستان وو او په افغانستان کې زیږیدلي وو‪،‬‬
‫الکن پوښتنه داده چه ولې پردي شول؟ او چا یو او بل ته‬
‫دښمن کړل؟ دوی ولې خپل وطن وراناوو؟ آیا چا داسې‬
‫ړانده کړي وو؟ د پیړیو د قامي دښمنیو تر څنګ دا د‬
‫حزب او حزب بازیو حزبي دښمنۍ څرنګه پیدا شولې؟‬
‫چا اجازه ورکړې وه چه پدې بې سواده خلکو کې حزبونه‬
‫پیدا شي؟ آیا په کومو شرطونو او په کومو نیکو پکرونو د‬
‫دیموکراسي کلیمې ته د کومو ژبو‪ ،‬پلمو او د خیالي‬
‫آزادي له السو څخه یو وژونکی خنجر ورکړل شو‪ ،‬چه د‬
‫خیالي دیموکراسي او خیالي آزادي له هر ګام څخه پدې‬
‫هیواد کې د جنایتونو وینې توئی شولې؟‬
‫نه کابل ټول افغانستان وو! او نه هم په کابل کې د‬
‫خیالي کمونیزم غوښتونکي د ټول افغانستان د بې سواده‬
‫خلکو نماینده ګان وو! او نه هم همدا کمونستان‬
‫روشنفکران وو‪.‬‬
‫بیرته له هماغو پوښتنو سره مخامخ کیږو چه دغو‬
‫کسانو چه کمونستي کودتا وکړه‪ ،‬مګر دوی خو مکتب‬
‫‪761 of 1205‬‬

‫لوستی وو‪ ،‬دوی خو تحصیل کړی وو او د مکتب او د‬


‫تحصیل خاوند ته خو په ټوله دنیا کې روشنفکران ویل‬
‫کیږي‪ .‬نو بیا ولې په افغانستان کې لدې روشنفکرانو‬
‫څخه لیونیان جوړ شول؟ ولې دوی دومره ړانده شول چه‬
‫خپل وطن ئې نه لید او خپل وطن ئې نه پیژاند چه پدې‬
‫هیواد کې آیا کومې فابریکې؟ کوم ګارګران؟ کوم سواد‬
‫وو؟ که دا ددوی الره وه چه کارګران د پولدارانو او‬
‫سرمایه دارانو له ظلم څخه وژغوري‪ ،‬که دا ددوی الره وه‬
‫چه شخصي فابریکې دولتي کړي‪ ،‬مګر کوم کارګران او‬
‫کومې فابریکې؟ که دوی د خیالي کارګرانو په السونو کې‬
‫لیکه لیکه په سلهاوو زره د انقالب بیرغونه لیدل چه له‬
‫خپلو له سلهاوو خیالي فابریکو څخه راوتلي وو او پدې‬
‫شعارونو چه "د وطن د ټولو فابریکو او د ټولو تولیدي‬
‫بنیادونو محصول د باید د ټول هیواد د آبادي په منظور‬
‫سر له نوي په یو عادل سیستم تنظیم شي ‪ "! ...‬الکن‬
‫داسې یو تخم په افغانستان کې ځمکه ندرلودله چه پکې‬
‫شین شي‪ .‬دا یو حقیقت وو چه د حقیقت لیدونکي خو له‬
‫بل هر چا نه په یو هیواد کې همدا روشنفکران وي‪ .‬ځکه‬
‫چه دوی تحصیل کړی وي او د علم مقصد د وطن د‬
‫‪762 of 1205‬‬

‫پیژندنې په حاالتو خبریدل وي‪ .‬د وطن د آبادولو د چارو‬


‫د څیړلو پیشقدمه قوت همدا د علمي پوهې خاوندان‬
‫روشنفکران دي‪ ،‬چه پوهیږي مسئولیت لري‪ .‬چه د‬
‫همداسې یو اخالقي احساس په لرلو د "روشن ضمیري"‬
‫لوړ مفهوم خپل اخالقي پاک تعریف پیدا کوي‪.‬‬
‫مګر مونږ په افغانستان کې مونږ د "روشن‬
‫ضمیري" د پاک روح د لرلو د کوم نیک او پاک معنویت‬
‫بنیاد ندرلود‪ ،‬چه وکړای شو ملړی له بل هر څه نه مخکې‬
‫پخپله د یو پاک روح د ساتونکي اخالقي فضیلت د لوی‬
‫ژوند فریضه وګڼو‪ ،‬چه په پاک ضمیر او وجدان یادیږي‪.‬‬
‫مګر که روحا َ وجدان پاک نه وي‪ ،‬بیا علم او تحصیل که‬
‫هر څومره لوړ هم وي‪ ،‬الکن هومره په ال زیات خطر آوړي‬
‫او هومره له علم څخه د چټلو مقاصدو په ورانونکو‬
‫شیطاني الرو کار آخستل کیږي‪ .‬په شیطاني استعدادونو‬
‫اوفریب کاریو آوړي‪ .‬دا په افغانستان کې تل پاته یو‬
‫حقیقت دی او شاهد ئې پخپله همدا زمونږ خپل وران‬
‫هیواد دی چه فریب کاره شیطاني استعدادونه پکې‬
‫وروزل شول‪ .‬د همدوی له السه هیواد ته نن د آبادي او‬
‫عزت هیڅ شی پاته ندي! دې هیواد له یو بې سواده او‬
‫‪763 of 1205‬‬

‫بې علمه افغان څخه ضرر ندی لیدلی‪ ،‬بلکه ټول ضرر او‬
‫وراني د هغو کسانو له السه ورورسید چه دوی ته‬
‫روشنفکران ویل کیدل‪ .‬دوی بې سواده نه وو‪ ،‬بلکه د‬
‫تحصیل خاوندان وو‪.‬‬
‫دا ځکه چه په افغانانو کې اسالم په پیړیو د ژوند‬
‫هغه نیک حقیقت ورک کړی وو چه‪ :‬ملړی د پاک احساس‬
‫یو نیک روح او بیا تحصیل‪.‬‬

‫ځکه چه د اسالم د منافقت له الرې مونږ خپل پاک روح‬


‫ته رسیدلی نشولو‪ ،‬هیڅ یو مسلمان رسیدلی نشي او نه‬
‫هم تر اوسه رسیدلي دي‪ .‬وروسته لدې به هم که دا د‬
‫دیموکراسي په نوم او په هر بل نوم وي‪ ،‬مګر د اسالم له‬
‫الرې به د روشن ضمیري پاک روح ته ونه رسیږي‪.‬‬

‫دا چه زمونږ په هیواد کې د همدې اخالقي حقیقت په‬


‫وړاندې که پاچایان تیر شوي دي‪ ،‬که وزیران او که‬
‫قاضي صاحبان‪ .‬که بیا د جمهوري نظام نوی اعالن وو‪.‬‬
‫که بیا د کمونیزم د مرحلې شکنجې او زندان وو‪ ،‬او چه‬
‫ورپسې د مجاهدینو چور او قتل عام وو‪ .‬او که بیا نوبت‬
‫‪764 of 1205‬‬

‫د طالبانو د ناروغ ذهن اوړ تور جهان وو‪ ،‬دا ټول پدې‬
‫هیواد کې زیږیدلي له روحي فضیلت څخه پردي پردي‬
‫لوی شوي‪ ،‬د خپل انساني احساس دښمنان وو‪.‬‬
‫دوی په هر نوم که وو‪ ،‬چه کله ئې په خپل ځان کې د‬
‫خپل عزت او کرامت مقام ته پام نه وو‪ ،‬په نتیجه کې همدا‬
‫علت وو چه د بل شرف هم دوی ته هیڅ معلومیده‪ .‬که‬
‫طالبانو په مخ ګیره د اسالم مهم شرط ګاڼه‪ ،‬ددې رنګه‬
‫تیاره او واړه جهان تعصب او جهالت د هغو کمونستانو‬
‫په ذهن کې هم په یو جنایت او ذوق اووښتی وو چه په‬
‫شکنجه ځای کې او په زندان کې ددوی د تحقیقاتو د‬
‫منطق تیارې ئې میدان ته ویستلې‪ ،‬چه ماته به یې ویل‪:‬‬

‫‪} -‬مونږ یوازې دوه شیه پیژنو‪ .‬یا به ته د "کشتې طبقې“‬


‫ئې او یا به د "پورته طبقې"! خو مونږ خبر یو چه ته څو‬
‫سوه جریبه ځمکه لرې او خان ئې‪ .‬نو ته طبعا ً زمونږ د‬
‫انقالب دښمن ئې‪ .‬مونږ د خپل انقالب دښمنان له منځه‬
‫وړو‪ .‬دا ځکه چه زمونږ انقالب باید ژوندی پاته شي‪ .‬دا‬
‫زمونږ د انقالب انقالي قانون دی‪ .‬پوه شوې خائینه!{‪.‬‬
‫‪765 of 1205‬‬

‫ما‪) -:‬پام چه ماته د مرګ کلیمه د خائین له کلیمې نه زر‬


‫ځله قدر لري! ما په خپل ټول ژوند کې قصدا َ په یوه شنه‬
‫پاڼه ال خپله پوښه نده ایښې‪ .‬او د هیڅ چا د ژوند د‬
‫کرامت حق ته مې په بې عزته سترګه ندي کتلي‪ .‬چا ته‬
‫مې داسې پوچه خبره له خولې نده وتلې‪ .‬تحقیقات او‬
‫پوچې خبرې فرق لري! تاسې نش” کولی چه خپل خیالي‬
‫کمونیزم په افغانستان کې په شکنجو ورکولو او په وژلو‬
‫او په پوچو خبرو پیاده کړئ(‪.‬‬
‫خبر نه ووم چه زما دې خپلې خبرې ماته د برق په‬
‫شاکونو زیاتره شکنجې پیدا کړې‪ .‬دوی په زور په خلکو‬
‫خپل دروغ او خپله د رڼا ورځې کودتا په انقالب آړوله‪ .‬او‬
‫په خلکو ئې په زور منله‪.‬‬
‫او یو بل خیالي کمونست په یوه بله شپه‪:‬‬

‫‪} -‬د تاالشي په وخت مونږ د تا په کور کې زیات کتابونه‬


‫ولیدل‪ .‬نو چه ته یو روشنفکر ئې‪ ،‬نو ولې زمونږ په حزب‬
‫کې نه ئې؟{‪.‬‬
‫‪766 of 1205‬‬

‫د دې پوښتنې څټ د یو بل تعصب او د یو بې‬


‫سواده ذهن یو خطرناکه هوشدار پروت وو‪ ،‬چه د‬
‫تحقیقاتو په جریان کې وروسته وروسته ښکاره شو‪:‬‬

‫‪} -‬څوک چه زمونږ په انقالبي او خلقي حزب کې نه وي‪،‬‬


‫هغوی زمونږ د انقالبي حزب دښمنان دي‪ .‬مونږ خپل‬
‫دښمنان له منځه وړو‪ .‬نو ته چه یو روشنفکر هم ئې‪ ،‬نو‬
‫بیا ولې زمونږ د انقالبي حزب غړی نشولې؟ نو معلومیږي‬
‫چه ته زمونږ د انقالب او د حزب په ضد ئې…{‪.‬‬

‫دا کسان د خلق د حزب اوس اوس ځواني ته رسیدلي‬


‫اکثره پښتانه غړي وو‪ .‬پداسې یو حزبي تعصب روزل‬
‫شوي وو چه واقعا َ دوی ډیر ډیر کسان ووژل‪ .‬دوی خپل‬
‫همفکره پرچمیان هم ووژل‪ ،‬او زیات روشنفکران ئې په‬
‫اول ګام کې ترې تام کړل‪ .‬خصوصا َ هغوی چه په غرب‬
‫کې تحصیل کړی وو‪ .‬او په اخصه توګه چه په پوځ کې‬
‫به وو‪ .‬نو دوی به هغوی ته "د امپریالستانو نوکران یا‬
‫جاسوسان" ویل‪ .‬ډیر داسې پوځیان ئې له منځه ویوړل‬
‫چه د افغانستان په پوځ کې دا هغه کسان وو چه په‬
‫‪767 of 1205‬‬

‫امریکا کې ئې د پیلوټي او نورو مسلکونو کې تحصیل‬


‫سرته رسولی وو‪ .‬ځینو ارکان حرب افسرانو په ترکیه کې‬
‫په مختلفو پوځي مسلکونو کې تعلیمونه سرته رسولي وو‪،‬‬
‫چه ددوی هدف شول‪ .‬مګر د پوځ مطلق اکثریت د‬
‫شوروي اتحاد په تعلیم ځایونو کې د تحصیل موده سرته‬
‫رسولې وه او د پوځ ټول پوځي وسایل هم د شوروي‬
‫اتحاد د فابریکو وو‪.‬‬
‫نو دا معلومه شوې وه چه دا د خپل انقالب په قدرت‬
‫مست ناخبره کمونستانو ټوکه نکوله‪ .‬خصوصا َ چه د‬
‫قدرت تازه ملړۍ میاشتې وې‪ .‬دوی په خپل شعار د‬
‫تعصب دا وحشت اعالن کړی وو چه څوک چه ددوی په‬
‫حزب کې نه وي‪ ،‬نو څه مانا؟ ددوی د حزب د حزبي غړو‬
‫شمیر ‪ ۳۰۰۰۰‬ته نه رسیده‪ ،‬مګر د افغانستان نفوس خو‬
‫څو میلونه وو‪ .‬واقعا َ نه پوهیدل چه له خپلو خولو څخه ئې‬
‫ځانو ته په خپل کور کې میلون دښمنان په حرکت‬
‫راوستل‪ .‬دوی نه کوم کارګران درلودل او نه ئې دهقانان‬
‫دوستان شول‪ ،‬بلکه همدغه دهقانان ورته پاڅیدل‪ .‬نو دوی‬
‫یوازې یو دوست درلود چه هغه ماسکو وو‪.‬‬
‫‪768 of 1205‬‬

‫د هغو کتابونو لوستل د عبرت دي چه د شوروي‬


‫اتحاد له منځه تللو څخه وروسته د شوروي زیاتو جنراالنو‬
‫په خپلو کتابونو کې ډیر دولتي رازونه افشا کړي دي‪ .‬چه‬
‫یو ئې هم د خلق د حزب مشر پښتون "نورمحمد ترکي"‬
‫زارۍ دي چه په ماسکو کې ئې د ماسکو کمونستو‬
‫رهبرانو ته پدې مطلب کړي دي چه؛ "د شوروي د پوځ‬
‫عسکر باید افغانستان ته د راتلو تصمیم ونیسي!“‪ .‬او‬
‫همدغه نورمحمد ترکي فکر کاوه چه بیرته د ماسکو‬
‫رهبرانو ته ال د کمونیزم د اصولو او د لیننیزم د اساساتو‬
‫درس هم ورکوي‪ .‬مګر له "کاسیګین او برژنف" څخه ئې‬
‫د شوروي پوځ غوښت‪.‬‬
‫یو جنرال لیکي چه‪" :‬د نورمحمد ترکي غوږونو زمونږ د‬
‫ساړه جنګ د روانو حساسو شرطونو خبرې نه آوریدلې‪.‬‬
‫مونږ څوڅو ځله مخامخ ورته وویل چه مونږ هر رنګه‬
‫پوځي وسلې او په څومره شمیر او ډیروالي چه غواړئ‬
‫مونږ به ئې درکړو‪ ،‬مګر که مونږ پوځ درواستوو دا به یوه‬
‫لویه سیاسي رسوائي رامنځ ته کړي‪ .‬آن تر دې چه خبره‬
‫به د امریکا د مخامخ مداخلې علت وګرزي‪ .‬الکن‬
‫نورمحمد ترکي د جهان په سیاست خپل غوږ نه ګراوو‪.‬‬
‫‪769 of 1205‬‬

‫چه بیا پخپله برژنف مونږ ته وویل چه نور د نوموړي د‬


‫خبرو حوصله نلرم …“‪.‬‬

‫دا یوه مقدمه ده چه یوازې د کمونستانو د وحشت او‬


‫وژنو او د کورونو د دوامداره تاالشیو او په زندانو کې د‬
‫شکنجو په ورکولو د داستان تر څنګ‪ ،‬اصلي هدف زمونږ‬
‫د خپل خوی او خصلت د پیژندلو مطلب دی‪.‬‬
‫چه بیا د مجاهدینو د جنګونو په مرحله کې د جنګ د‬
‫اسیرانو په سرونو د میخونو د ټک وهلو او د نورو‬
‫دردناکو حادثو څخه اوږدې خبرې دي چه دوه واقعیتونه‬
‫روښانه کوي‪:‬‬

‫‪ .۱‬دا په افغانانو یادو شوو مسلمانانو کې د وجدان د‬


‫زوال واقعیت دی‪ ،‬چه دوی پخپله پخپلو اعمالو بیرته د‬
‫جنایتونو په سرته رسولو ثابت کړ‪.‬‬

‫‪ .۲‬هغه شکایتونه چه د امیرعبدالرحمن خان له ظلمونو‬


‫لیکل شوي دي او یوازې انتقاد پدې هیواد کې ددې‬
‫هیواد په پاچا شوی دی باطل ښئي‪ ،‬پدې مانا چه هم د‬
‫‪770 of 1205‬‬

‫کمونستانو د اقتدار په دوره کې او هم د مجاهدینو د‬


‫چور او د عام قتلونو په څلور کلنې دوره کې هغه جنایتونه‬
‫او شکنجې چه ترسره کړل شولې‪ ،‬د پاچایانو له خوا نه‪،‬‬
‫بلکه د هغو کسانو له خوا سرته ورسیدل چه دوی ټول په‬
‫"مظلومانو" یادیدل‪ .‬د همدې هیواد رعیت وو‪ ،‬مګر کله چه‬
‫السونو ته ئې وسلې او بیا د ظلم کولو فرصت ورغی‪ ،‬نو‬
‫په کابل کې کوڅه په کوڅه جنګ پیل شو‪ .‬ددې جنګونو‬
‫ریښې او د تیرو پیړیو تر خپلو منځو د نفاق او د کین او‬
‫انتقام خاموشه سینې د مرمیو او باروتو له خولو څخه د‬
‫مرګ په غږونو او د راکټونو په چاودنو او د سرونو په اره‬
‫کولو شکل ونیوو‪ .‬د مسلمانو افغانانو واقعې څهرې ئې‬
‫میدان ته وویستلې پدې بیان چه‪ :‬پدې هیواد کې هر‬
‫مسلمان افغان که په کمونستانو یاد شول‪ ،‬که په‬
‫مجاهدینو او یا په طالبانو نومول شوي دي‪ ،‬ټولو هغه‬
‫دروني پټ کین او د انتقام تمایل درلود‪ ،‬چه یوازې د‬
‫فرصت په انتظار وو‪ .‬ال چه د افغانستان په نوم هیواد‬
‫جوړ شوی نه وو او یا اعالن شوی نه وو او که بیا‬
‫وروسته اعالن هم شو‪ ،‬الکن له هغه وخته ئې چه اسالم‬
‫ومانه‪ ،‬نو بیا پدې ټولو تیرو پیړیو کې ددې خاورې‬
‫‪771 of 1205‬‬

‫اوسیدونکي د خپل دننه لوی جهان له پوهیدو څخه ناخبره‬


‫پاته شول‪ .‬چه دا جهان د صداقت او صممیت په وړنګو‬
‫جوړیږي‪ .‬او انسان لدې پاکې الرې د خپل شرف لوړ‬
‫مقام ته رسیږي‪.‬‬
‫مګر اسالم پرینښودل چه افغانان د خپل دننه جهان‬
‫خپل روح ولټوي او په "نیک" پکر وکړي‪ .‬افغانان د نیک‬
‫پکر له الرې پوهیدلی شول چه ژوند یوازې د افغان ”زه‬
‫او ځان" ندی‪ .‬مګر داسې یو "زه او ځان" چه د اسالم‬
‫له الرې جنت ته د اسالم په منلو رسیده‪ .‬یوازې په همدې‬
‫شرط افغانان وتړل شول‪ ،‬نو پوه نشول چه د افغان خپل‬
‫شرف کولی شي چه ژوند شریف کړي او پخپله د هر‬
‫نیک خالق کیدلی شي‪ .‬داسې یو اخالقي روح پخپله‬
‫پخپل ځان کې لرلی شي او بیا هغه وخت دی چه د خپل‬
‫"زه او ځان" د غالمي پټوکي ماتولی شي‪ .‬خپل زه او‬
‫ځان لداسې واړه زندان څخه آزادي ته رسولی شي‪.‬‬
‫په افغانستان کې د "ځان او زه" له بدوي خصلت‬
‫سره نه د یوې پاکې عقیدې له الرې او نه هم د لوړو‬
‫انساني افکارو له الرې مبارزه شوې ده‪ .‬ځکه چه‬
‫افغانانو چه کله اسالم په خدائي دین ومانه‪ ،‬نو ئې خپل‬
‫‪772 of 1205‬‬

‫اخالقي معنویت د اسالم د معجزو او خرافاتو په منلو له‬


‫السه ورکړ‪ .‬اسالم په افغانانو کې د هغه "زه او ځان" د‬
‫اسالم د جهاد او جنایت له تبلیغ سره وتاړه‪ .‬او ال ئې ال‬
‫متجاوز خویه کړ‪ .‬او هم ئې د ځان غوښتنې مخې ته د‬
‫اسالم په الس جنت کیښودل شو‪ .‬چه ال هم تشویق کړل‬
‫شو چه کولی شي خپله هره ګناه د اوداسه په اوبو‬
‫پریمنځي‪ .‬او کولی شي چه د "محمد" د رضایت په تر‬
‫السه کولو سره د خدای رضایت هم تر السه کړي‪ .‬او د‬
‫محمد په شفاعت سره د جنت د نعمتونو خاوند شي‪ .‬او‬
‫افغان پدې توګه یوازې د "خپل زه" د راحت او د نجات‬
‫لپاره ژوند کاوو‪ ،‬چه پداسې ژوند کې نه یې د وطن او نه‬
‫یې د نورو وطنوالو په وړاندې د مسئولیت احساس کاوو‪.‬‬
‫او نه هم په انساني صداقت پابند وو‪.‬‬
‫بله خوا په افغانستان کې د بشري او اخالقي لوړو‬
‫افکارو بیان‪ ،‬د تعلیم او تربئې او مطالعې کتابونه او‬
‫پکرونه هم پیدا نشول‪ .‬اسالم افغانان سخت بیسواده‬
‫وروزل او د جهالت په تیارو او اسالمي مضخرفاتو کې‬
‫ئې غرق وساتل‪ .‬افغان ته هغه کار او پکر اهمیت درلود‬
‫چه د محمد نومي عرب شفاعت تر السه کړي‪ .‬که غال‬
‫‪773 of 1205‬‬

‫کوي‪ ،‬که دروغ وائي‪ ،‬که له چل‪ ،‬فریب او خیانت څخه‬


‫کار آخلي‪ ،‬کافي ده چه ملونځ وکړي یا حج ته والړ شي‬
‫او توبه وباسي‪ .‬کله چه د اسالم له الرې د اسالم پیغمبر‬
‫ترې راضي وي‪ ،‬نو بیا افغان ته نه خپل وجدان کوم‬
‫اهمیت درلود او نه هم پدې پکر کیده چه په خپل شرف او‬
‫عزت لوبې کوي‪ .‬نور په افغان کې د اسالم میکروب‬
‫افغان د هغو ګمراهیو په تیارې تړلی وو چه غالم شوی‬
‫وو او د خپل شرف او وجدان ساتونکی نه وو‪ .‬بلکه د‬
‫"خپل زه او ځان" په ګټه د صداقت‪ ،‬د پاکي او بیا د‬
‫وطن د عزت پلورونکی وو‪ .‬د دروغو او منافقت کارونو له‬
‫خپل وجدان سره نه مخامخ کاوو‪ .‬د کارونو او په هر‬
‫مسلک کې ئې د ورځني ژوند د ګامونو مخې ته خپل‬
‫وجدان او د اخالقي احساس مسئولیت او قضاوت نه وو‪،‬‬
‫بلکه د فریب کاریو او غیراخالقي ټول کارونه ئې د اسالم‬
‫له خوا هم تشویق کړل شوي وو‪ .‬نور نو په اخالقو پابند‬
‫نه وو‪ .‬بلکه کافي وو چه د اسالم مخې ته سر ټیټ په‬
‫سجده کیږدي‪ .‬او سبا بیا په خپل هر کار کې له چل او‬
‫د منافقت له کثافت څخه کار واخلي او پدې توګه د‬
‫‪774 of 1205‬‬

‫مسلمانو افغانانو ټول ژوند له اخالقي مسئولیت او‬


‫انساني صداقت څخه لیرې په دروغو او منافقت تیر شو‪.‬‬
‫چه ال تر ننه پدې هیواد کې "‪۲۰۰۴‬م کال" د یو نیک او‬
‫پاک انسان په لټولو پسې څراغونه لګیدلي پاته دي‪.‬‬
‫پولیس وي‪ ،‬مګر له غله څخه دومره ډار نه وي لکه څومره‬
‫چه له پولیس څخه وي‪ .‬همداسې قاضي‪ ،‬والي‪ ،‬وزیر او‬
‫نور ټول دولتي مامورین چه دننه په ځانو کې ئې د خپل‬
‫اخالقي روح عزت ندی ساتلی‪ ،‬مګر وزیر شوی به هم وي‬
‫خو سړی شوی ندی‪.‬‬
‫افغانانو ژوند وکړ‪ ،‬مګر د خپل باطني او روحي‬
‫جهان څخه ناخبره‪ .‬جنت ئې له خپل شرف څخه مهم او‬
‫بهتره وګاڼه‪ .‬چه څومره ئې ځانونه غټ ښکاره کول‪ ،‬مګر‬
‫هومره ال ډیر واړه کیدل او د حقیقت د منلو دښمنان‬
‫کیدل‪ .‬که چا به حقیقت ویل الکن افغانانو به ویل چه دې‬
‫سړي د افغانانو بد ویلی دی‪ .‬دا سړی د افغانانو دښمن‬
‫دی او یا د افغانانو د دښمنانو دوست دی‪.‬‬
‫مګر دوی پوه نشول چه دا د حقیقت څخه تیښته وه‬
‫چه افغانان ئې د شلمې پیړۍ په پای کې داسې په خپلو‬
‫ګناهونو او د ګمراهیو په دردناکو تیارو مخامخ کړل چه‬
‫‪775 of 1205‬‬

‫خپل هیواد ئې د متجاوزو کمونستي لښکرو په بمونو‬


‫ویشت‪ .‬د خپل هیواد په وجود ئې د پردي په الس اور‬
‫ولګاوو او وطن د شوروي پوځ د باروتو په اور کې‬
‫وسوزیده‪ .‬داخلي کمونستانو د خپل سوزیدلي کلیو او‬
‫کورونو‪ ،‬شنو ونو او باغونو په ملبو په فخر شعارونه‬
‫ورکول‪ .‬د ستیژ له سرونو ئې شعرونه ویل چه‪:‬‬
‫”شوروي ‪ ...‬شوروي اتحاد ‪ ...‬د شوروي انسان ‪ ،‬د‬
‫شوروي لیننستي اخالق ‪ ...‬نه ماتیدونکی قوت او ‪.” ...‬‬
‫او په ماسکو کې به د "برژنیف" له خولې نه دا احمقه‬
‫خبره په کمونستي شعار او په اخطار وتله چه‪:‬‬
‫”په افغانستان کې نور د انقالب سور ملر راختلی دی‪.‬‬
‫باید د انقالب دښمنان پدې پوه شي چه د افغانستان د‬
‫انقالب سور ملر به تل پاته وي او انقالب شکست‬
‫نلري…“‪.‬‬

‫زه ئې چه په دوهم ځل بیا ونیولم‪ ،‬نو یوه شپه د زندان د‬


‫خونې مخې ته د پوځي پیره دارانو د پوښو له تلواري‬
‫آوازو څخه دا معلومیدل چه کوم مهم کسان راغلي دي یا‬
‫په راتلو دي‪ .‬همداسې هم وشول‪ .‬د خونې ور خالص‬
‫‪776 of 1205‬‬

‫کړل شو او په ملکي دریشیو کې په عمر پاخه داخلي‬


‫کمونستان خونې ته ننوتل‪ ،‬چه یوازې زه پکې په یو کټ‬
‫پروت ووم او د راکړل شوي برق د شاک چیچونکي د‬
‫غاښونو درد مې ال د وجود په ټولو رګونو کې پاته وو‪.‬‬
‫خصوصا َ چه له رواني بحران سره مې هماغسې خاموش‬
‫مقاومت په ځان کې لید‪ .‬چاره څه وه باید ددوی کودتا ته‬
‫مو انقالب ویلی وای‪ .‬هغه پوښتنه چه باید یو متهم وکړي‬
‫الکن دا دوی وو چه له مانه به ئې پوښتنه کوله چه؛‬

‫”ووایه ستا جرم څه دی؟ ولې یې راوستلی یې؟“‪.‬‬

‫راغلي نوي میلمانه د حزب سیاسي کسان وو چه د‬


‫کمونیزم د آیدیولوژي د تبلیغ او د تدریس مخکښ او‬
‫وتلي کسان معلومیدل‪ ،‬د دواړو په شونډو کې په دوستانه‬
‫کاذب تبسم سره مخاطب شولم‪:‬‬

‫‪]-‬مونږ د تا په هکله زیات تحقیقات کړی دی‪ .‬او ته مو له‬


‫ډیره پخوا له نظارت الندې وې‪ ،‬خو مونږ پوهیږو چه د تا‬
‫ډیر ژوند په خارج کې په تحصیل تیر شوی دی‪ .‬له دوو‬
‫‪777 of 1205‬‬

‫دیپلومو سره هم خپل وطن ته راغلی ئې‪ .‬او د داود خان‬


‫سره د هم په لوړې چوکۍ کار کړی دی‪ .‬مګر مونږ پدې‬
‫خپه کیږو چه د تا دومره تحصیل ولې نتیجه ورنکړه؟ که‬
‫زمونږ د انقالب دښمن یو بیسواده یو څوک وي‪ ،‬الکن د‬
‫هغه دا ګناه د هغه چا له ګناه څخه وړه ده چه باسواده‬
‫وي‪ .‬که زمونږ د انقالب دښمن لکه تا غوندې باسواده او‬
‫د تحصیل خاوند وي‪ ،‬نو داسې یو دښمن زمونږ د انقالب‬
‫له خوا د بښلو ندی‪ .‬خو ګوره مونږ راغلي یو چه تاته دا‬
‫دوه خبرې وکړو‪:‬‬
‫یو ‪ -‬آیا ته به څومره وخت مقاومت وکړې؟ سمه ده یوه‬
‫شپه‪ ،‬دوه شپې‪ ،‬او وبه منو چه پنځه شپې‪ ،‬مګر بیا؟‬
‫دوهم ‪ -‬بیسوادان خو نه پوهیږي‪ ،‬مګر تاته دا وایو چه ته‬
‫پوره ومنه چه کابل او ماسکو له یو بل سره انقالب وتړل‬
‫او ماسکو او شوروي اتحاد خو شکست ناپذیر دی[‪.‬‬

‫د داسې خبرو "که ماته کیدلې او د باسوادانو په نوم‬


‫نورو ته کیدلې“‪ ،‬مانا دا وه چه باید ددوی له شکست‬
‫ناپذیر انقالب سره یو ځای شو‪ .‬ددې خبرې هوشدار دا‬
‫وو که ددوی په جاسوسي تشکیالت کې شامل شو‪ ،‬نو‬
‫‪778 of 1205‬‬

‫یوازې او یوازې په همدې شرط او د همدې شرط په منلو‬


‫به له مرګ او له شکنجو څخه بچ شو‪.‬‬

‫بد قسمتي دا وه چه په دې هیواد کې د وحشت او انتقام‬


‫د یو زوړ خصلت ریښې د افغانانو د ژوند او د وجود‬
‫هغه رګونه وو چه د وطن د مینې او مسئولیت پاکه وینه‬
‫پکې ونه بهیدله‪ ،‬بلکه برعکس د یو بل په وړاندې لکه دوه‬
‫دښمنان بیرته ددې هیواد خپل اوسیدونکو د یو او بل‬
‫وینې بهولې‪ .‬که دا د کمونستانو په زړونو کې د جنایتونو‬
‫ګناوې او جرمونه پراته وو‪ .‬دوی همداسې د خپل دروني‬
‫وحشت له اشغال الندې وو‪ ،‬مګر پوه نشول چه ددوی‬
‫دښمن همدا ددوی خپلې سینې وې‪ ،‬چه له دښمنیو ډکې‬
‫وې‪ .‬نه امریکا یا د غرب او یا د نورې نړۍ هیوادونه چه‬
‫ددوی او یا زمونږ د وطن دښمنان وي‪ .‬مګر د همدې‬
‫ساده انساني منطق او اخالقي احساس څخه پردي‬
‫شوي وو‪.‬‬

‫همداسې د اخوانیانو اسالمي ارتجاع تورې تیارې‬


‫شیندلې او پخپلو تیارو کې پړمخې لویدلي زندانیان وو‪.‬‬
‫‪779 of 1205‬‬

‫یوازې یو مثال ددوی د کړو جنایتونو څخه چه بیرته‬


‫پدوی کې د پراته جهالت او کین څهره څرګندوي چه د‬
‫لیدلو او د آوریدلو ال نده؛‬
‫د بس موټر له سپرلیو ډک وو او له کابل څخه کندهار ته‬
‫د کمونستانو د واکمنی په شپو ورځو کې رهی وو‪ .‬مګر د‬
‫کندهار او کابل اوږده الره د مجاهدینو په واک کې وه‪.‬‬
‫موټر د غزني او مقر تر منځه ودرول شو‪ .‬مجاهدین په‬
‫غضبناکو سترګو سرویس ته ننوتل او هر سړی ئې له‬
‫نژدې څخه له خپلو تاالشیو څخه تیراوو‪ .‬په سرویس کې‬
‫یوه مور او خوا ته ئې د اتم ټولګي شاګرد زوی ناست‬
‫وو‪ .‬دا هلک په جامو پاک وو او اوس اوس ځوانی ته په‬
‫رسیدلو وو‪ .‬د پکول‪ ،‬د اوږدې ګیرې او د کالشینکوف د‬
‫ماشیندارې سره مجاهد سترګې په یو جهنمی قهر په‬
‫شاګرد کې پاته شولې‪ ،‬پدې امر چه ته را کوز شه‪ .‬مور‬
‫یې ناڅاپه په درد چیغه کړه چه‪:‬‬
‫”نه نه! مکوئ د خدای لپاره! دا یو زوی لرم! هغه‬
‫کومه ګناه نده کړې‪ .‬اوړ دی‪ .‬د مکتب شاګرد دی“‪.‬‬
‫‪780 of 1205‬‬

‫د بس الندې د مجاهدینو والړې ډلې د غضب سترګې له‬


‫تعریف څخه او د وحشت له نوم څخه ډیرې لیرې وې‪.‬‬
‫ځکه چه وحشت ته ال هم ددوی پدې خبرې شرم او درد‬
‫پیدا شوی وو‪.‬‬

‫”مکتب‪ ،‬ها! مکتب! بیدینه! بیدینی! کمونستی! مکتب!‬


‫ها! مکتبونه ‪ ...‬د مار ځالې“‪.‬‬

‫کله چه ئې دا اوړ هلک په کنداغ وواهه‪ ،‬نو دې شپږو‬


‫مجاهدینو په ګډه د هلک وزرونه ونیول چه د مور چیغې‪،‬‬
‫د مور ژړاوې او زارۍ نه آسمان آوریدلې نه ځمکې او نه‬
‫هم په سرویس ناستو سپرلیو آوریدلې‪ .‬انساني روح وچ‬
‫شوی وو‪ .‬هر څه ړانده او کاڼه شوي وو‪ .‬یو معصوم‬
‫هلک هلته له سرویس څخه څو ګامه لیرې د مکتب د‬
‫لوستلو په جرم وژل کیده‪ .‬د مور له زړه څخه وتلې د‬
‫زارۍ ژړاوې او د عاجزي منډې د مجاهدینو پدې‬
‫اسالمي فتوا او د شریعت په حکم مخاطب شولې چه‪:‬‬
‫”مونږ د اسالم د مقدس دین د ساتلو په خاطر د‬
‫خدای د الرې پیروان یاستو‪ .‬د خدای په الر کې جهاد‬
‫‪781 of 1205‬‬

‫کوو‪ .‬نو ستا زوی که مسلمان وو نو ستوني ستاغ به‬


‫ولویږي او که کافر‪ ،‬کمونست او بیدینه وي‪ ،‬نو پړمخې به‬
‫ولویږي‪ .‬که ستوني ستاغ ولوید نو شهید به شي او‬
‫خدای به په هغې بلې دنیا کې اجر ورکړي…“‪.‬‬
‫هلک ئې له څټ نه د شا له خوا نورو مجاهدینو له‬
‫دواړو وزرونو کلک ونیوو او بل پکول واال د اوږدې ګیرې‬
‫مجاهد د خپلې روسي ماشیندارې کالشینکوف لټ وواهه‬
‫او د مرمیو باران یې پرې جوړ کړ‪ .‬هغه خام پاک پوشه‬
‫شاګرد ځوانکی پړ مخې په خپلو وینو کې لکه مرغۍ‬
‫ولوید‪ .‬څو شیبې ئې په وینو سور وجود غلی غلی ولړزید‬
‫او بیا په مرګ او خاموشي غلی شو‪ .‬نور د لیکلو ندی‪،‬‬
‫ځکه چه دا اوس مې سترګې له اوښکو ډکې دي او کاغذ‬
‫په زحمت لیدلی شم‪.‬‬

‫که په هغو ورځو‪ ،‬چه نن کال‪۲۰۰۴‬م دی‪ ،‬ډیر کلونه تیر‬


‫شوي هم دي‪ ،‬مګر که لداسې جرمونو څخه د تویو شوو‬
‫پاکووینو ونه لیکل شي یو درد‪ ،‬او که بیا ونه لوستل شي‬
‫بل درد‪ .‬او خصوصا َ چه له یاده اووځي دا بل درد دی‪.‬‬
‫کوم هغه بیشماره جنایتونه چه زمونږ په هیواد کې د حزب‬
‫‪782 of 1205‬‬

‫او حزب بازیو له نفاق او له دښمنیو څخه سرته ورسیدل‪،‬‬


‫نن ددې هیواد د خاورې هر ګام له هغو جرمونو څخه‬
‫چټل شوی دی‪ .‬دا خاوره له هغو قبرونو ډکه شوې ده چه‬
‫یا د کمونستانو هډوکي پکې پراته دي او یا د اسالم د‬
‫پیروانو د قاتالنو له هډوکو ډک دي‪.‬‬
‫هغه دردونه ال پاته شول چه ددې هیواد د ښځو په‬
‫ناموس تجاوزونه وشول‪ .‬په سلهاوو ښځې د جهاد په‬
‫کلونو کې د اسالم غالم افغانانو او همدغو مجاهدینو په‬
‫عربو خرڅې کړلې او عربو ته ئې هدیه کړلې‪ .‬د‬
‫همداسې نامردي کار بیا طالبانو او د هغوی پاسنیو‬
‫رهبرانو ”مالیانو" هم ترسره کړ‪ .‬نن د هغو ښځو پتې‬
‫نشته چه هم عربو او هم پاکستانیانو ځینې د حامله توب‬
‫په وخت کې پریښودلې‪ .‬یا ال نن هم د فارس د خلیج په‬
‫عربي فاحشه خانو کې د یو غږ الرې څاري چه ګوندې‬
‫څوک به ئې د ناموس پوښتنه وکړي‪ .‬ویل کیږي چه د‬
‫افغان مشترک ناموس تر اندونیزیا پورې هم رسیدلی دی‬
‫او د افغان په ګډ ناموس همالته او نورو اسالمي‬
‫هیوادونو کې تجاوزونه کیږي او په فاحشه خانو کې‬
‫خرڅیږي‪.‬‬
‫‪783 of 1205‬‬

‫دا د شلمې پیړۍ په پای کې د مسلمانو افغانانو د شرم‬


‫او د بیغیرتي او د نامردي دردناکه داستان دی‪ .‬چه د‬
‫مکتبونو‪ ،‬تحصیل او تعلیم څخه ددوی اخالقي جهان جوړ‬
‫شوی نه وو‪ ،‬چه د روشنفکرانو په نوم یاد شول‪ ،‬مګر دا‬
‫یو عبث نوم وو‪ .‬ورسره چه هیڅ یو روشنفکر خپل همدا‬
‫شرم ونه مانه‪ ،‬چه د روشنفکري د نوم مقام ته ئې شرمونه‬
‫واړول‪ .‬نه هم له وطن څخه د یوې عمومي بښنې ضمیر‬
‫په افغانانو کې پیدا شو‪ ،‬چه تر کال ‪۲۰۰۱‬م )د امریکا په‬
‫مشري د طالبانو د اقتدار تر سقوط پورې( هر فرد افغان‬
‫په خپلو کړو ګناوو او شرمونو اعتراف وکړي‪.‬‬
‫دا چه د کمونستي اقتدار په دوره کې د "کشته‬
‫طبقې او پورته طبقې" او یا د "کور‪ -‬کالي او ډوډۍ" د‬
‫شعارونو پر ځای او هم د اسالم د جنت د څوارلس کلنو‬
‫پیغلو‪ ،‬او د شراب د حوضونو او د شنو باغچو د تبلیغ او‬
‫تلقین په ځای‪ ،‬مونږ ملړي پخپل ځان کې د یو پاک روح او‬
‫د یو نیک احساس په اهمیت او په همدې انساني‬
‫ضرورت پام شوی وای‪ ،‬نو لداسې یو پاک ضمیر څخه به‬
‫مونږ هیڅکله نه انسان ته‪ ،‬نه وطنوال ته او نه هم خپل‬
‫‪784 of 1205‬‬

‫وطن ته ضرر رسولی وای‪ .‬نه به مو هم خپل پاک انساني‬


‫استعدادونه په غلطو الرو‪ ،‬په فریب کاریو او د چل او د‬
‫دروغو تیارو ته سپارلي وو‪ .‬پوهیدلي به وو چه که هر‬
‫څومره مونږ غټې غټې خبرې په خپل ځان په خپل تیر‬
‫ژوند او په خپل تاریخ وتړو هم‪ ،‬که هر څومره ځانو ته د‬
‫"رستم زال" یا د "بلخ باستان" او د "آریائي نجیب نژاد"‬
‫کیسې جوړې هم کړو‪ ،‬مګر پدا رنګه غال کولو او د نورو‬
‫له تاریخ او کیسو څخه په کاسو کې پردۍ ډوډۍ خوړلو‬
‫خوی‪ ،‬مونږ خپل ملي فرهنګ ته ونه رسولو! لکه څرنګه چه‬
‫د شلمې پیړۍ په پای کې تاریخ شاهد وو چه مونږ خپل‬
‫ملي فرهنګ ندرلود‪ .‬د ماسکو غالم‪ ،‬د مکې غالم د‬
‫روسانو په وسلو وویشت او د مکې غالمانو هم د ماسکو‬
‫غالمان په پردي وسلو وژل‪ .‬له دواړو خواوو هغه وطن‬
‫وران کړل شو چه په "افغانستان" یادیده‪ ،‬الکن همدغه‬
‫افغانستان خپل څښنت او خپل انسان افغان ندرلود‪.‬‬
‫داسې افغانان چه په خپل ملي فرهنګ او په هوډ او په‬
‫ملي شعور خپل هیواد د غالمانو له شرم او ریښو څخه‬
‫پاک کړي او پرینږدي چه داسې غالمي او غالمان پکې‬
‫پیدا شي‪.‬‬
‫‪785 of 1205‬‬

‫پدې شرم باید اعتراف وکړو چه که مونږ د خپل ژوند‬


‫په وچپیلي هر څومره په ښو رنګونو "باتور او غیرتی"‬
‫ولیکو هم‪ ،‬مګر که زمونږ خپلې سترګې بیرته زمونږ په‬
‫السو کې د ګدایګري کاسې نه ویني او که هر څومره‬
‫سترګې پرې پټې هم کړو‪ ،‬الکن جهان او جهانیان مو‬
‫ویني‪ .‬حقیقت او واقعیت مو ویني‪ .‬تجربې مو ویني‪ ،‬او‬
‫دا لوی ژوند مو ویني‪ .‬مونږ به آیا تر څو جهان او خپل‬
‫وجدان ته دروغ وایو؟ دروغ هیڅکله مونږ نه بښي‪ ،‬بلکه د‬
‫کثافت په لوی ډنډ کې مو ال غرقوي‪.‬‬
‫مونږ که د دروغو لیکلو او یا ویلو په ځای او پدې‬
‫الره کې د "فرهنګ او یا تاریخ" په نوم خپل قلمونه د ال‬
‫زیاتو دروغو او له نورو هیوادو څخه د هغوی د تاریخ په‬
‫غال کې په تشویق یا په مسابقو مشغول وساتو‪ ،‬دا رنګه‬
‫تشویق زمونږ غرقیدو ته او شرمیدو ته نجات نه راکوي‪.‬‬
‫دا به یو اخالقي نوی تولد وي که مونږ د خپل ورک شوي‬
‫روح په هڅه او پیدا کولو شو‪ ،‬نه چه د نورو او نوي نوي‬
‫غال او دروغو په پیدا کولو په خپل ژوند په خپل الس ذلت‬
‫ولوروو‪ .‬د پوهې او د تحصیل او د روشن ضمیري یوازنی‬
‫مقدس او مطلب دادی چه له مونږ نه د پردي شوي روح‬
‫‪786 of 1205‬‬

‫په هکله که په ټول ژوند یوازې یو ځل همدا مقدس پکر‬


‫وکړو‪ ،‬دا به زمونږ د ملړني نجات ملړنی پاک ګام او ژوند‬
‫وي‪ .‬بیا به مونږ هم خپل شرف او عزت وپیژنو او هم به‬
‫خپل فرهنګ ته الره ولرو‪ .‬هم به خپل هیواد پردی نه ګڼو‬
‫او له ګدایګر خوی څخه به تر ابده نجات ومومو‪ .‬په‬
‫معنویت او فضیلت به پوه شو او د الهي عبادت وړنګو ته‬
‫به نژدیشو‪.‬‬

‫***‬
‫‪787 of 1205‬‬

‫افغانان د شلمې پیړی په پای کې‬

‫)‪(۲‬‬
‫ما‪ ،‬یو سر پټی صندوق لید چه زنګ وهلي او زاړه قلفونه‬
‫ورلویدلي وو او د پیړیو تیارې پدې صندوق کې قلف‬
‫شوې پاته وې‪ .‬چه نه جهان ترې خبر وو او نه ئی هم‬
‫جهانیان پریښودل چه ترې خبر شي‪ .‬خو جهان موجود‬
‫وو‪ ،‬او ژوند هم‪.‬‬
‫دې قلف شوي او سر پټي صندوق نشوای کوالی‬
‫چه له جهان او ژوند څخه تر ابده لیرې پاته شي‪ .‬ځکه‬
‫چه ژوند څپې درلودلې‪ ،‬یو لوی سین وو‪ .‬که خواږه‬
‫موجونه ئی درلودل‪ ،‬مګر توپانونه هم ورسره وو‪ .‬او چه یوه‬
‫ورځ د توپان الس را اوږد شو او څپې ئې پدې سر پټی‬
‫صندوق هم ولګیدلې‪ .‬قلفونه مات شول او د صندوق سر‬
‫والوت‪ .‬او پکې ډنډ شوې تیارې راووتلې او له صندوق‬
‫څخه بهر وبهیدلې‪ ،‬وبهیدلې او بیا هم وبهیدلې او د ډیرو‬
‫نورو هیوادونو په ملنو هم پریوتلې‪.‬‬
‫‪788 of 1205‬‬

‫کله چه صندوق دړې وړې شوی وو او کله چه له‬


‫خپرو شوو تیارو څخه یوه ډارونکې هیوال جوړه شوې وه‪،‬‬
‫چه دې بال زر السونه درلودل‪ .‬دې هیوال په زرهاوو‬
‫غاښونه هم درلودل او خوراک ئې دانسان وینې وې‪.‬‬
‫ددې اختوپوت د الس ګوتو په خپل ځان بمونه تړل‪.‬‬
‫فرمان ئې دا وو چه د بمونو د چاودنو په غږ ددې ځانور‬
‫د نڅا ذوق په ځای شي‪ .‬ډولونه ووهل شي او په بمونو‬
‫آلوتې غوښې ئې مخې ته‪ ،‬د باروتو په کاسو کې باید‬
‫کیښودل شي‪ .‬ډولونه وهل کیدل‪ ،‬بمونه چودل‪ ،‬وینې‬
‫بهیدلې‪ ،‬او غوښې آلوتلې‪ .‬د انسان غوښې په ډیره آرزانه‬
‫بیه د اسالم په تله کې خرڅیدلې‪ .‬د جنت څوارلس کلنو‬
‫پیغلو هره ورځ د ال نورو راتلونکو الرې څارلې …‬
‫د ځانور آختوپوت ګوتې نڅیدلې‪ ،‬هره ورځ ال هم نوې‪،‬‬
‫نوې‪ ،‬شمار شمار ډیریدلې‪ .‬ډیر خوښ وو‪ ،‬له خوښۍ‬
‫ئې له خولې څخه د اور ملبې وتلې‪ .‬کله به ئې هغه توره‬
‫ښکل کړه‪ ،‬هغه پخوانۍ توره چه یو ځل بیا راوتلې وه‪.‬‬
‫هغه د جهاد ملړنۍ مقدسه توره چه د کافرانو په‬
‫وینو ال ککړه وه‪ .‬هغه ‪ ۱۴۰۰‬کاله پخوانۍ مبارکه د جهاد‬
‫توره‪ ،‬د اسالم د پیغمبر د الس توره وه‪ ،‬چه ال د کافرانو‬
‫‪789 of 1205‬‬

‫وینې ترې څڅیدلې‪ .‬چه اوس د همدې هیوال ځانور په‬


‫خولې کې په زرهاوو غاښونه ترې جوړ شوي وو‪ .‬اوږده‬
‫اوږده‪ ،‬تیره تیره غاښونه‪ ،‬او بمونه شوي وو‪ .‬په ځانو تړل‬
‫شوي وو‪ ،‬د جهاد مبارک بمونه‪ .‬چه بیا ئې له اور او‬
‫لوګیو څخه په ټولې دنیا د ډار او د وسواس کابوس‬
‫پریوت‪.‬‬

‫***‬

‫دا د شورویانو د سره پوځ د یرغل کیسه ده‪ .‬چه یو‬


‫خړ سیالب ته ورته وو‪ .‬صندوق مات شوی وو‪ ،‬دا زما‬
‫هیواد وو چه د شورویانو بمونو وخوځاوو او مونږ په ملړي‬
‫ځل د شلمې پیړۍ په پای کې ولیدل چه پدې هیواد کې‬
‫څومره زیات د لستوڼي ماران بهر له مات شوي صندوق‬
‫څخه راووتل‪ .‬چه له تیارو پرته یې بل څه ندرلودل‪.‬‬
‫د جهاد او اسالم په نوم په لسهاوو اسالمي حزبونه ترې‬
‫جوړ شول‪ .‬او بیا پدې هیواد کې په زرهاوو بین املللي‬
‫‪790 of 1205‬‬

‫تیرورستان پکې وروزل شول‪ ،‬چه بین املللي او جهاني‬


‫جهاد ئې غوښت‪ .‬دا د هغو تیارو داستان دی چه له‬
‫فلپین او اندونیزیا څخه نیولې بیا تر امریکا پورې ئې‬
‫السونه د افغانستان له خاورې څخه وغزیدل‪.‬‬

‫زر کاله پخوا یو ځل د اسالم د جهاد السونه د سلطان‬


‫محمود له خوا بیا هم له همدې خاورې څخه هند ته‬
‫غزیدلي وو او په سلهاوو زره د هند انسانان د اسالم په‬
‫توره ووژل شول‪ .‬وینې وبهیدلې‪ ،‬زرهاوو کورونه‪ ،‬ښارونه‬
‫او معبدونه ونړول شول‪ .‬لسهاوو زره الس تړلي اسیران‬
‫پیاده د افغانستان خاورې ته راوستل شول‪ .‬د چور او د‬
‫غال حرام کوټه کوټه د اسالم د جهاد همدې غنیمتونو‬
‫څخه او له شوو جنایتونو څخه پرته پدې خاورې کې د‬
‫کړو جرمونو او ګناهونو تیارې پاته شولې‪.‬‬
‫که د سلطان محمود له مرګ څخه پیړۍ تیرې شوې هم‬
‫وې‪ ،‬مګر هغه تیارې ورکې شوې نه وې‪ .‬بلکه له هماغه‬
‫بنیاد څخه پدې هیواد کې هغه تیارې د لستوڼو په مارانو‬
‫واوښتلې‪ .‬دا ماران اسالم زیږولي وو چه ددې مارانو‬
‫لسکې د شلمې پیړۍ په پای کې یو ځل بیا د افغانستان‬
‫‪791 of 1205‬‬

‫د هیواد له خاورې څخه جهان ته خپرې شولې‪ .‬چه له‬


‫مرګونو او بمونو څخه ئې نن په ټوله نړۍ کې کابوس پیدا‬
‫کړی دی‪ .‬څوک نه پوهیږي چه نن به چیرې او په کوم‬
‫ځای کې او څه وخت به د اسالم ځانور د څومره بیګناه‬
‫انسانانو وینه غواړي!!؟‬

‫پوښتنه داده چه ولې بیا هم د افغانستان څخه؟ نه له بل‬


‫هیواد څخه؟ ددې پوښتنې د ځواب هغه برخه چه زه ئې‬
‫په خپل ژوند کې او په خپلو سترګو شاهد ووم چه کیسه‬
‫ئې له نیمې پیړۍ څخه په زیاتو کلونو تړل کیږي او زما د‬
‫عمر حساب هم پکې راځي‪.‬‬

‫***‬
‫‪792 of 1205‬‬

‫د ‪۱۹۵۰‬م کلونه…‬

‫د ‪۱۹۵۰‬م کال وو‪ ،‬زه په کابل کې ووم چه خپل لوړ‬


‫تحصیالت په کابل کې سرته ورسوم‪ .‬ما په خپل والیت کې‬
‫تر شپږم ټولګي پورې لوستلي وو او دا د ابتدائی مکتب‬
‫په چوکاټ کې وو‪ .‬چه بیا به هلته یا به درسونه له شپږم‬
‫ټولګي وروسته همالته پاته شول‪ ،‬چه په مطلق اکثریت د‬
‫شپږم ټولګی په پای ته رسولو به تحصیل هم پای ته‬
‫رسیدلی وو‪ .‬نور به هلته د نورو تعلیمی او تحصیلی‬
‫موسسو امکانات اکثره ماشومانو ته نه وو‪ .‬او یا به په‬
‫زرو نفرو کې یوه نفر شاګرد او یا دوو نفرو شاګردانو ته‬
‫د نورو لوړو صنفونو د لوستلو امکانات پیدا شول‪ ،‬چه‬
‫ځای ئې یوازې کابل د افغانستان پایتخت وو‪ .‬پوهنځي‬
‫اوس اوس په کابل کې جوړ شوي وو‪ .‬او دا د تاریخ‬
‫هغه حساسه او ځانګړې مرحله وه چه په اروپا کې له‬
‫"هتلر" سره یوه غوغا پیدا شوله‪ .‬دا غوغا بیا ټوله دنیا‬
‫متاثره کړه‪ ،‬چه د جنګ پراخه ملبې ترې پیدا شولې‪ .‬کله‬
‫چه د دوهمې جهاني جنګونو وریځې تیتې شولې‪ ،‬نو په‬
‫‪793 of 1205‬‬

‫آسیا کې په هند باندې د هند د آزادي او استقالل ملر هم‬


‫راوخوت‪ .‬او بیا د ملل متحد بنیادکیښودل شو‪.‬‬

‫کوم هغه څه چه په افغانستان او زما د ژوند په خاطرو او‬


‫د سترګو په لیدلي حاالتو مربوط دي‪ ،‬هغه دادي چه؛ کله‬
‫په کال ‪۱۹۵۰‬م کې د "ستالین" د مرګ خبر ما پخپله په‬
‫سهاري خبرو کې واورید‪ .‬نو دا له رادیو څخه خبر وو چه‬
‫په ټول هیواد کې خلکو په سلو کې ‪ ۹۰‬د رادیو نه نوم‬
‫پیژاند او نه ئې رادیوګانې درلودلې‪ .‬په کابل کې ممکن په‬
‫سلو کې به پنځو کورونو رادیو درلودلې‪ .‬همداسې د‬
‫"ساعت" لرل چه له نا امکاناتو څخه وو‪ .‬د الس او یا د‬
‫جیب د ساعت په ځای‪ ،‬پخپله پایتخت کابل کې د "توپ"‬
‫نوم شهرت درلود‪ ،‬چه وخت ئې ټاکه‪.‬‬

‫دا د توپ موضوع د امیرعبدالرحمن خان د زمانې یادګار‬


‫وو چه توپ د شیردروازې د غره په غربي لوړې غونډۍ‬
‫ایښودل شوی وو‪ .‬امیر به متهمین او مجرمین د‬
‫همدغسې توپ په خوله تړل او بیا به ئې آلوزول‪ .‬د‬
‫آلوزول شوو کسانو د وجود غوښې به د کابل د ساحې‬
‫‪794 of 1205‬‬

‫سپیانو خوړل‪ .‬دا سپیان د امیر د "توپ" په سپیانو‬


‫یادیدل‪ .‬بیا د اعلحضرت محمد ظاهر شاه د ‪ ۴۰‬کالو د‬
‫پاچاهي په مودې کې دا توپ د وخت د ټاکلو لپاره په کار‬
‫ولوید‪ ،‬چه د غرمې په ‪ ۱۲‬بجو به توپ وویشتل شو او د‬
‫غږ څپې به ئې د کابل د شرق او غرب په لور لیرې ځایو‬
‫ته رسیدلې‪ .‬د دولت له خوا ځانګړي توپچي ورته مقرر‬
‫شوی وو‪ ،‬چه معاش ئې هم درلود‪ .‬نو د ساعت پوښتنه د‬
‫توپ په غږ عیار شوې وه‪ .‬د مثال په توګه یو چا به ویل‬
‫چه "زه به مخکې له توپه درشم او تا به ووینم!“‪ .‬او یا دا‬
‫چه "ال توپ ته ډیر وخت پاته دی“‪ .‬چه مانا ئې د غرمې‬
‫وخت وو‪.‬‬
‫بل دا چه توپ د روژې په میاشت کې هغه وخت هم‬
‫ویشتل کیده چه د روژه ماتې وخت به ئې اعالن کړ‪ .‬او‬
‫هم به چه کله نیمه شپه وویشتل شو‪ ،‬مانا ئې دا وه چه‬
‫نور د پیشلمي وخت تیر شوی دی او روژه پیل شوې ده‪.‬‬
‫چه څوک وروسته له توپ نه ډوډۍ ونخوري‪.‬‬
‫د وخت او د ساعت د معلومولو بله مهمه وسیله په‬
‫کابل کې "تولۍ" وه‪ .‬دا تولۍ له هغې ماشینخانې څخه‬
‫آوریدل کیدله کوم چه دا د پوځي وسایلو د جوړیدو ځای‬
‫‪795 of 1205‬‬

‫"پل آرتن" څخه لږ لیرې شمال شرق خوا کې او د‬


‫آسمائي د غره په شرقي ملنه کې د امیر شیرعلي خان له‬
‫زمانې څخه پاته وه‪ .‬مګر امیر عبدالرحمن خان دا ماشین‬
‫خانه ال هم پراخه کړه‪ .‬له همدې ماشین خانې څخه به‬
‫هر سهار یو ځل په ‪ ۷‬بجو بیا په ‪ ۸‬بجو او بیا مازدیګري‬
‫په ‪ ۴‬بجو د تولۍ غږ خپور شو‪ ،‬چه له ‪ ۷‬څخه مانا‬
‫مکتبونه او دولتي دوایرو ته د تلو د تیاري هوشدار وو‪ .‬او‬
‫په ‪ ۸‬بجو مکتبونه او رسمي کارونه پیل کیدل‪ .‬او د‬
‫مازدیګر په ‪ ۴‬بجو به کارونه رخصت شول‪ .‬ما چه کله په‬
‫ملړي ځل کابل د ‪ ۱۹۴۰‬کال په لسیزه کې ولید او په ملړي‬
‫ځل مې چه په مازدیګري وخت د تولۍ غږ ناڅاپه ددغه‬
‫ماشینخانې په نژدې سیمه کې واوریدله‪ ،‬یو خاص تعجب‬
‫او حرانتیا سره پاته شولم‪.‬‬

‫کله چه خبره زمونږ د ژوند د پیژندلو په تفرعاتو دریږي‪،‬‬


‫نو خبره د رادیو هم ده چه په کابل کې ال هم چا‬
‫ندرلودله‪ .‬کابل په هغو کلونو کې د باالحصار له جنوبي‬
‫ملنو څخه بیا د کابل د سین په لور د تنګو کوڅو او اوګه‬
‫په اوګه د جوړ شوو کورونو یوه مجموعه وه‪ .‬چه ال د‬
‫‪796 of 1205‬‬

‫میوند جاده جوړه شوې نه وه‪ ،‬خو دا جاده په کال‬


‫‪۱۹۴۸‬م کې تر پالن الندې ونیول شوله او کار ئې په کال‬
‫‪ ۱۹۴۹‬کې پیل شو‪ .‬د کابل مهمه سیمه د ارګ شاهي‬
‫شاوخوا سیمه وه چه وروسته وروسته د "شهر نو" په نوم‬
‫کورونه پکې جوړ شول‪ .‬دا کورونه د "محمدزي شاهي‬
‫خاندان د غړو" او د دولتي ممتازو کسانو کورونه او‬
‫سیمه وه‪ ،‬چه ډیر ځله به د کابل نور خلک هغې سیمې ته‬
‫په ځانو کې د تلو لیاقت او جسارت نه لید‪ .‬کابل یانې د‬
‫آسمائی او شیردروازې شرق ته پروت هماغه اوړ کابل وو‬
‫په شرقي اوړ کابل کې هماغه ممتاز کورونه وو‪ .‬چه بیا‬
‫وروسته وروسته د "وزیر اکبر خان" په نوم سیمه او‬
‫کورونه هم ورسره یو ځای شول‪ .‬د آسمائي او‬
‫شیردروازې د غرونو غربي لویه او پراخه سیمه چه په‬
‫"چهاردهي" یادیدله‪ ،‬دا یوه زراعتي زرغونه سیمه وه‪ .‬د‬
‫ترکاریو او د میوو د ونو او د رڼو اوبو ویالې او هم‬
‫”ارټونه“ پکې وو‪ .‬هوا ئې پاکه وه او څلور پخواني کلي‬
‫پکې وو‪ .‬ځای ځای لوړې کالوې پکې جوړیشوې وې‪.‬‬
‫خصوصا َ چه کاریزونه ئې له اوبو ډک وو‪ .‬هر ډول میوې‬
‫پکې وې او توت ئې مشهور وو‪ .‬کابل یانې هماغه شرقي‬
‫‪797 of 1205‬‬

‫برخه چه شاهي ارګ‪ ،‬وزارتونه‪ ،‬دولتي کار ځایونه او څو‬


‫مکتبونه چه هم همالته وو‪ .‬د کابل نفوس ډیر کم وو چه د‬
‫‪۱۹۴۰‬م کال په لسیزه کې ئې د نفوس اټکل له ‪ ۵۰۰۰۰‬تر‬
‫‪ ۶۰۰۰۰‬شوی وو‪ .‬دغې سیمې ته د کابل د چهاردهي‬
‫سیمې هم میوه او هم ترکاري رسوله‪ .‬دکانونه به له راز‬
‫راز میوو ډک وو‪ .‬اکثره دکانونه په کابل به د هندوانو له‬
‫دکاندارانو وو او څوک به چه له اطراف لیرې نژدې سیمو‬
‫او والیاتو څخه کابل ته راتلل‪ ،‬نو دوی به د هندوانو‬
‫دکانونو ته ورتلل‪ .‬ځکه چه هغوی به خپل شیان د انصاف‬
‫په نرخ خرڅول‪ .‬ډیر کم به یې د کابل د اوسیدونکو‬
‫کابلیانو له دکاندارانو څخه سودا کوله‪ ،‬ولې چه دوی ډیر‬
‫چل باز او دروغجن وو‪ .‬کله به چه پوه شول چه‬
‫آخستونکی د والیاتو دی‪ ،‬نو د کابل دکاندارانو به هغوی‬
‫ته په وړه سترګه کتل‪ .‬هغوی به ئې احمق ګڼل‪،‬‬
‫خصوصاَچه راغلي کسان به پښتانه وو‪ .‬نو هغوی ته به‬
‫ئې د خپل مالونو قیمت څو چنده لوړ ویل‪ .‬مګر پدې فریب‬
‫او چاالکي چه دیالوګ به پیل شو د مثال په توګه‪" :‬که به‬
‫ئې ‪ ۵۰‬افغانۍ ویلی وو ‪،‬نو آخستونکي به ویل چه نه دا‬
‫قیمته نرخ دی‪ ،‬لږ ئې قیمت راټیټ کړه‪ .‬نو دکاندار به ‪۵‬‬
‫‪798 of 1205‬‬

‫روپۍ قیمت کم کړ‪ .‬مګر اخستونکي به ویل چه نه لږ نور‬


‫هم راټیټ شه‪ ،‬نو دکاندار به دوه روپۍ نور هم راټیټ‬
‫شو‪ .‬او پدې توګه به سودا وشوله‪ .‬خو د هغه ‪ ۵۰‬روپیو‬
‫اصلي قیمت به د یو هندو په دکان کې ‪ ۱۵‬افغانۍ وو‪.‬‬

‫دا ټول کابلي دکانداران فارسي ژبي وو او په ټول کابل‬


‫کې تش یو دکان ال هم د کوم پښتون نه وو‪ .‬بیا چه کله د‬
‫هزاره قام پوښې کابل ته رانژدیشولې‪ ،‬نو کرار کرار د‬
‫هزارګانو دکانونه هم پیدا شول‪ .‬خصوصا َ نان بائی ګانې‬
‫د هزارګانو په انحصار کې وې‪ .‬د هزارګانو ښځو به د‬
‫کابل په کورونو کې خذمت کاوو‪ .‬دوی به په هغو کورونو‬
‫کې د جارو کولو او یا د کالیو مینځلو وظیفه سرته رسوله‪.‬‬
‫هم به په خپل خذمت او نوکري کې صادق وو او هم به‬
‫دوی د کور د څښنت د کالیو غال نکوله‪ .‬بل قام چه په‬
‫کابل کې پردی وو‪ ،‬هغه قام د پنجشیر د درې خلک وو‪،‬‬
‫چه تبرونه به ورسره وو او په کوڅو کې به ګرځیدل پدې‬
‫غږ چه "چوب شکن چوب شکن“ او په ژمي کې به یې‬
‫لرګي ماتول‪ .‬د پنجشیر خاصو ښځو به د ځینو کابلیانو‬
‫د کورونو د ښځو وړو اوالدونو ته د خپل تي شیدې هم‬
‫‪799 of 1205‬‬

‫ورکولې او همدغو کارونو ته به استخدام کیدلې‪.‬‬


‫پنجشیریانو د سقاوي وظیفه هم اجرا کوله چه کورونو ته‬
‫به یې د څکلو اوبه په چرمي مشکونو کې رسول‪.‬‬

‫په هغو وختونو کې یو شی چه کم وو هغه پیسې وې‪ ،‬چه‬


‫د یو لوړ رتبه دولت مامور معاش به تر ‪ ۵۰۰‬افغانیو وو او‬
‫د کوز رتبه به ‪ ۱۰۰‬افغانۍ یا کم معاش وو‪ .‬د یوه پسه‬
‫قیمت ‪ ۴۰ - ۳۰‬افغانۍ وو او د یوې ښې غوا قیمت ‪۷۰‬‬
‫افغانۍ وو‪ .‬هغه میوې به چه د کابل دکانونو ته راتللې د‬
‫کندهار د ښار انګور او آنار او د کوهدامن انګور هم‬
‫زیات شهرت درلود‪ .‬مڼې‪ ،‬آنار‪ ،‬انګور‪ ،‬زردآلو‪ ،‬شفتالو‬
‫خربوزې‪ ،‬هندواڼې او ناک ډیر خواږه او مشهور وو‪ .‬د‬
‫افغانستان خاورې د هر رنګه خوږې میوې استعداد‬
‫درلود‪ .‬مګر ماته زما یو هزاره دوست په کال ‪۱۹۹۴‬م کې‬
‫وویل چه‪" :‬مونږ هزارګانو په بامیانو کې نه انګور‪ ،‬نه‬
‫مڼې او نه نورې میوې پیژندلې‪ .‬او نه مو لیدلې وې‪ .‬کله‬
‫چه ما خپله کډه کابل ته په کال ‪۱۹۷۴‬م کې راوستله‪ ،‬نو‬
‫یوه ورځ مې کورته مڼې له دکان څخه راوړلې‪ ،‬مګر چا‬
‫نخوړلې‪ .‬مونږ ته میوې پردی وې“‪ .‬او یو دوست چه د‬
‫‪800 of 1205‬‬

‫پکتیا د ځاځیو وو ویل ئې چه‪" :‬ځاځي‪ ،‬ځدراڼ او منګل‬


‫قامونه نه انګور په خپل والیت او سیمو کې پیژندل نه ئې‬
‫بانجان رومي‪ ،‬کاهو یا تور بانجان او داسې نورو‬
‫ترکاریو سره په ټول ژوند بلد وو‪ .‬دوی به دا میوې او‬
‫ترکاري په نوم د هغه چا له خولو په خپل خپل قام کې‬
‫آوریدل چه کابل ته به راغلي وو“‪ .‬په ځینو سیمو کې به‬
‫خصوصا َ انګور‪ ،‬مڼې یا زردآلو خرڅونکو د خرو په سر‬
‫په کجاوو کې په کلیو او کالوو ګرځول او چیغې به ئې‬
‫وهلې چه "انګور انګور“‪ .‬نو یا به ئې د غنمو او یا به ئې‬
‫د جوارو په مقابل کې معاوضه کول‪ .‬په ژمي کې به د‬
‫ډیرو واورو په اوریدلو سره به ټول خلک په خپلو کورونو‬
‫کې چه کله بندي پاته شول‪ ،‬نو خصوصا َ د "ویتامین سي‬
‫د کمبود عالمې به په خلکو کې ښکاره شولې“‪.‬‬
‫په ملړي ځل به په پسرلي کې له غرونو څخه خود رویه‬
‫”پوښۍ یا رواشې" د خرو په وسیله خرڅونکو سیمو ته‬
‫وړلې او یا به خودرویه "شین شوبي" د ویالو په غاړه‬
‫شنه شول‪ .‬هم به کرار کرار د شفتلو په پټیو کې چه کله‬
‫شفتلې شنې شولې‪ ،‬نو به په حرص خوړل کیدلې‪ .‬د هر‬
‫رنګه ناروغیو نښې به په خلکو کې وې‪ .‬ددې هر رنګه‬
‫‪801 of 1205‬‬

‫ناروغیو لپاره به د مالیانو له خوا د ورکړل شوو تعویذونو‬


‫ډیروالی خصوصا َ د ماشومانو‪ ،‬د لویانو‪ ،‬د ښځو او د‬
‫نرانو حتی د حیواناتو په غاړو کې کتار کتار تعویذونه په‬
‫رنګ رنګ پوښونو پراته وو‪ .‬ټول سړکونه په ټول هیواد کې‬
‫یا خامه نري نري سړکونه وو او یا خو هیڅ نه وو‪ .‬خلک‬
‫به سخت د سړک نه ډاریدل چه د حکومت د حکومتي‬
‫ظلمونو نښې وې‪ .‬څوک به چه کابل ته راتلل‪ ،‬نو د کلي‬
‫او کور له خوا به ئې په سر قرانونه ونیول شول چه په‬
‫خیر ورسیږي او بیرته په خیر خپل کورته راستون شي‪.‬‬
‫او چه په الره کې موټر پرې چپه نشي‪ .‬خلکو هیڅ وخت‬
‫سړک نغوښتل‪ .‬د سړکونو په وسیله د حکومت له خوا‬
‫خلکو ته د حکومت الس اوږدیده‪ .‬کله به چه د حکومت‬
‫سپاهیان د یو کلي په لور په الره کې ښکاره شول‪ ،‬نو به‬
‫معلومه نه وه چه په کوم چا ئې "حواله" راوړې ده‪ ،‬نو د‬
‫کلي خلک به په دومره ډار او په دومره ویرې شول چه‬
‫نارینه به له کورونو څخه وتښتیدل‪ .‬یو خاموش کابوس به‬
‫په ټولو کورونو پریوت چه حتی ناخبره ماشومانو به وړې‬
‫وړې او خاموشه سلګۍ او ژړاوې پیل کړلې‪ ،‬چه د یو‬
‫نامعلومه آفت نښه به وه‪.‬‬
‫‪802 of 1205‬‬

‫زما یاد شي د ‪ ۱۹۴۰‬کال د لسیزې په ملړیو کلو کې‬


‫چه په افغانستان هم د دوهمې نړۍ والې جګړې تاثیر‬
‫پریوتی وو او ډیر شیان کم شول‪ ،‬د اقتصادي بحران‬
‫څپې محسوسې وې‪ ،‬نو زمونږ کال ته سپاهیان راورسیدل‬
‫چه "حواله" ورسره وه‪ .‬حواله پدې مانا چه له دولت او‬
‫حکومت څخه د مالیې پوروړی به حکومت ته غوښتل کیده‬
‫او هلته به ډیر سخت ووهل شو او بندي به کړل شو‪ .‬نو‬
‫فامیل ئې مجبور وو چه د بندي ډوډۍ بندې خانې ته‬
‫ورسوي‪ .‬چه دا کوم آسانه کار نه وو‪ ،‬ځکه چه ولسوالي‬
‫به لیرې وه او خصوصا َ چه به ژمی وو او الرې به په‬
‫واورو بندې وې‪ .‬ځمکه او آسمان به کنګل شوي وو او‬
‫ساړه بادونه به چلیدل‪ .‬یا به د لو او لور او دهقانانو د‬
‫کار په وخت کې به په چا حواله راغلله او یا به بل چا‬
‫خپل بل کلیوال په کومه موضوع عریضه پرې کړې وه‪ ،‬نو‬
‫دا به په هغه دهقان د مرګ غږ وو‪ .‬چه سپاهیان به ورته‬
‫راغلل او دا سړی به ئې حکومت ته کش کاوو‪ .‬نو اکثرا َ‬
‫به د پښتنو سیمو ته د ازبک له قام څخه سپاهیان آستول‬
‫کیدل‪ ،‬چه په ظلم کولو ئې شهرت درلود‪.‬‬
‫‪803 of 1205‬‬

‫نو کله چه زمونږ کال ته دا دوه سپاهیان راغلل‪ ،‬د کال‬


‫خلک وتښتیدل‪ .‬هره خوا په کال د یو آسماني آفت څپې‬
‫پریوتلې‪ .‬دغو دوو نفرو سپاهیانو خپل عسکري کمربندونه‬
‫له خپلو مالوو څخه خالص کړل او په توندو سترګو ئې‬
‫خپل ورنونه پرې وهل‪ .‬د کال مال په ریږدیدلي حالت خپل‬
‫السونه له سالم ویلو سره یو عسکر ته اوږده کړل‪ .‬ما د‬
‫مال ځان لید چه ټول ریږدیده‪ ،‬نو یو عسکر د مال په‬
‫السونو په خپل کمربند نارحمه وار وکړ‪ ،‬پدې غضب ناک‬
‫غږ چه "برو! ‪ ۳۰‬تخمه در روغن زرد پخته کن اګر‬
‫نه ‪ .“! ...‬زه اوړ ووم‪ ،‬مګر ما او مال د کال ټول کورونه‬
‫ولټول‪ ۲۹ ،‬هګۍ مو پیدا کړلې او دا مو په غوړیو کې‬
‫پخې کړلې‪ .‬له ما سره زما د دهقان یو خام ځوانکي دا‬
‫غوری او د ډوډۍ دسترخوان او د الس مینځلو له کوزې‬
‫او چلمچي سره د بام سر ته وخیزول‪ .‬چه همالته د بام‬
‫په سر دا دوه حکومتي سپاهیان د ګلم په سر غځیدلي‬
‫پراته وو‪ .‬کله چه د ډوډۍ خوړلو لپاره کشیناستل‪ ،‬نو یو‬
‫عسکر په ډیر تلوار پاڅید په غوري کې ئې د هګیو په‬
‫شمار شروع کړ‪ .‬په ډیر قهر او غضب ئې چیغه کړه چه‬
‫"چي چي ‪ ۲۹...‬تخم ‪ ... ۲۹ ...‬ها ‪ .“۲۹ ...‬او لدې غږ‬
‫‪804 of 1205‬‬

‫سره ئې د هګیو او غوړیو غوری په خپل بوټ په ټینګه‬


‫وواهه او غوری الندې له بام څخه له غوړیو او هګیو سره‬
‫پاش پاش په ځمکه ولوید‪ .‬پاڅیدل دا زما د دهقان زوی‬
‫ئې د کمربندونو او د پوښو د لغتو له وهلو الندې واچاوو‪.‬‬
‫له مانه ئې چه پخوا کله پوښتنه کړې وه نو ما ورته ویلی‬
‫وو چه "زه مکتب کې یم مکتبي یم !“‪ .‬نو ماته ئې په‬
‫هماغه خبره څه ونه ویل‪ ،‬ځکه چه زمونږ په ټوله سیمه او‬
‫پدې لوی او پراخه کلي او کورونو کې هغه چا چه یوازې‬
‫مکتب لوست هغه زه ووم‪ ،‬او مکتب له مانه ‪ ۶‬کیلو متره‬
‫لیرې وو چه هره ورځ به تلم او بیرته په راتلو به ما هره‬
‫ورځ ‪ ۱۲‬کیلو متره الره وهله‪ .‬چه هم په مني کې د لیوانو‬
‫خطر وو او هم زمونږ د فامیل د پیړیو قامي دښمني بل‬
‫خطر وو‪ .‬پالر مې ډیر پخوا مړ شوی وو او د دښمنانو له‬
‫خوا به همیشه تهدیدونه راتلل‪.‬‬

‫بالخره په خپل کور کې پټ شوی یو زوړ سړی چه عمر‬


‫ئې په ټوله سیمه کې په "سل کلني" مشهور شوی وو او‬
‫د سترګو ګردې ګردې عینکې به ئې په یو تار په سترګو‬
‫تړلې وې‪ .‬دا سړی ال په وړکتوب کې له خپل فامیل سره‬
‫‪805 of 1205‬‬

‫د امیرعبدالرحمن خان په غضب مخاطب شوی وو او د‬


‫امیر امان اهلل خان د عمومي عفوې په اعالن له هند څخه‬
‫او له تبعید څخه خپل وطن ته راغلی وو‪ .‬له خپل کور‬
‫څخه کوپ کوپ راووت او د سپاهایانو مخې ته ئې خپل‬
‫سر په زاریو سرتور کړ چه‪" :‬مونږ ډیر خوار او فقیر خلک‬
‫یو‪ .‬په مونږ رحم وکړئ“‪ .‬چه ال خبره ئې خالصه شوې نه‬
‫وه سپاهایانو د ځانورو په څیر حمله پرې وکړه د هغه‬
‫سل کلن پټکی ئې بیرته د هغه په غاره کې ورواچاوو او‬
‫کش ئې کړ‪ .‬چه "بیا ‪ ...‬بیا ‪ ...‬تو به همرای ما به‬
‫حکومتي بیا ‪ .“! ...‬ځکه چه بل څوک په کال کې پاته‬
‫شوي نه وو چه له ځان سره ئې حکومت ته بوزي‪ .‬ټول‬
‫غرونو ته تیښته کړې وه‪ .‬دوهم دا چه د سپاهیانو د‬
‫سپاهي ګري "حق" که به چا ورکړی نه وو‪” .‬سپاهي‬
‫ګري حق“ پیسې وې‪ ،‬چه ‪ ۵‬یا ‪ ۱۰‬افغانۍ به دوی‬
‫آخستلې‪ .‬مګر دا ‪ ۵‬او ‪ ۱۰‬افغانۍ په ټول کلي کې نه‬
‫وې‪ .‬ما ورته کتل دا سل کلن بوډا ئې لکه سپکه پاڼه کش‬
‫کاوو او هم ئې په کمربندونو او هم ئې په لغتو واهه‪.‬‬
‫سل کلن بوډا کوکې وهلې او السونه ئې یوه خوا او بله‬
‫‪806 of 1205‬‬

‫خوا تپول پدې زاریو چه "عینکې مې ‪ ...‬عینکې مې …"‪.‬‬


‫عینکې ئې له سترګو لویدلې وې‪.‬‬
‫دا یوازې یو اوړ مثال وو چه د دولت او د حکومت په‬
‫نوم او د خلکو یانې رعیت تر منځه د ظلم قانون په ټول‬
‫افغانستان کې ورځنی دولتي قانون وو‪ .‬زمونږ ژوند په‬
‫همدې قانون تړل شوی وو‪ .‬زمونږ د مکتب ترانه داوه چه‪:‬‬
‫"زنده باد شاه! زنده باد قوم! زنده باد ملت افغان!“‪ .‬په‬
‫جماتونو کې د مالیانو له ملانځه وروسته دا دعا وه چه‪:‬‬
‫"خدای د اسالم ته خیر پیښ کړي‪ .‬خدای د په کافرانو‬
‫غلبه لري‪ .‬خدای د زمونږ له سره د اسالم پاچا نه‬
‫" کموي“‪ .‬آمین !‬

‫زموږ خلکو له حکومت څخه زړه چود‪ .‬فقر وهلي وو او له‬


‫سواد او تعلیم څخه بې برخې وو‪ .‬دوی په مختلفو ناروغیو‬
‫دچار وو او پیسې ندرلودلې‪ .‬ددوی خوراک ډیر ابتدائي وو‬
‫او له سپږو به ئې د ځان زاړه کمیسونه ډک وو‪ .‬یوازنی‬
‫عالج به ئې دا وو چه کله به تنورونو کې اور بل شو او کله‬
‫به چه د تناره اور صاف او سکروټې شولې‪ ،‬نو میندو به د‬
‫خپلو اوالدونو کالي له ځانو څخه ترې وویستل او په تناره‬
‫‪807 of 1205‬‬

‫کې به ئې ټک وهل"وڅنډل" چه سپږې به په اور کې‬


‫لویدلې‪ .‬او له لویدلو سره به ئې د سوزیدلو آواز ورکاوو‪.‬‬
‫په سلو کې ‪ ۹۸‬فیصده کالي به د کلیوالو هومره زاړه او‬
‫هومره پیوند پیوند وو چه نور به د آغوستلو نه وو‪ .‬نه به هر‬
‫چا صابون درلود چه هم خپل ځانونه اوهم خپل کالي په‬
‫صابون ومینځي‪ .‬د صابون آخستلو نه پیسې ورسره وې‬
‫او نه هم په صابون آموخته وو‪.‬‬

‫مګر کله چه د پاکستان له هند سره د جنګ آوازه زمونږ‬


‫سیمې ته راورسیدله دا د ‪ ۱۹۴۰‬لسیزې آخري کلونه وو‪.‬‬
‫نو زمونږ له سیمې څخه په لسهاوو خوارو خلکو ځانونه د‬
‫جنګ میدان ته ورسول‪ ،‬چه د جهاد د غنیمت له الرې که‬
‫السونو ته یو شی ورشي او یا ئې جهاد قبول شي‪ .‬زمونږ‬
‫د کال مال چه کله بیرته له جهاد څخه راستون شو‪ ،‬نو‬
‫کیسه ئې کوله او د کال او کلي خلکو به په جمات کې ترې‬
‫راټول وو‪ .‬چه څرنګه له پاسه بمونه پرې ولویدل او‪ :‬چه "زه‬
‫له خاورو الندې شولم او په یو کډي کې ولویدلم‪ .‬سد مې له‬
‫سره اووت‪ .‬او کله مې چه عقل بیرته په ځای شو د خپل‬
‫‪808 of 1205‬‬

‫ځان په ټول وجود مې السونه تیر کړل چه السونه او پوښې‬


‫مې شکر جوړې وې“‪ .‬بله خبره ئې دا وه چه "مونږ ډیرې‬
‫سپږې وکړلې“‪ .‬بیا به ئې مونږ ته نصیحت کاوو چه ”کالي‬
‫د شپې له مخې په یخ کې آوارې کړئ او سبا ئې وختي‬
‫ټک وه”“‪ .‬زمونږ د کال لیرې د غرونو له درو څخه احوال‬
‫راغی چه څو نفرو په غنیمت کالتوس او توپک په ولجو‬
‫راوړي دي چه غواړي په غوښتونکو ئې خرڅ کړي‪.‬‬

‫کله چه د کلیوالو د فقر په هکله تش د یو څو مثالونو لیکل‬


‫یو ضرورت وي‪ ،‬ورسره د کابل د خلکو د ژوند د چاالکي‬
‫او د دولت او حکومت د بې غوریو له مخ نه به د تیر ظلم‬
‫ګردونه لیرې نشي‪ .‬مونږ د پښتنو په سیمو کې خپلو قامي‬
‫دښمنیو هومره د عذاب له ژوند سره مخامخ کړي وو چه‬
‫مونږ ته یو عادي عادت شوی وو چه مونږ ته دښمنۍ او‬
‫نفاق بد نه ښکاره کیدل‪ .‬بلکه د خپل دښمن د وژلو غږ به‬
‫مو په ټول قام کې د غیرت او تورې او باتوري فخر وو‪ .‬زما‬
‫پخپله اوو پُشته خانان تیر شوي وو‪ .‬ال د امیردوست محمد‬
‫خان په زمانه کې زما نیکونو خپل رقیبان ووژل او بیا دا‬
‫‪809 of 1205‬‬

‫وینه وچه نشوله‪ .‬بیا به هغوی وژلو او ډیر سرونه پکې‬


‫خاورې شول‪ .‬له هماغو زمانو څخه ماته هم دښمنۍ پاته‬
‫وې‪ ،‬نو چاره دا وه چه له دوو شیانو څخه دښمنان کار‬
‫واخلي او ځان له خپل دښمن او دښمنانو څخه وساتي‪.‬‬
‫یو‪ :‬په کور کې د سپې ساتل‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬د توپک لرل‪ .‬او له ځان سره توپانچه ګرزول‪.‬‬

‫دا توپک به یا د پاکستان په "تیرا" ښار کې جوړیدل‪ ،‬چه‬


‫دا ځای په دره هم یادیده‪ .‬اخستل شوي توپکو ته به‬
‫”کچه“ ویل کیده‪ .‬چه اکثرا َ "یولس ډزي" وو‪ .‬دوهم ”اصیل“‬
‫توپک وو‪ ،‬چه په انګلستان کې جوړ شوي وو‪ .‬مګر ډیر‬
‫قیمته به وو‪ .‬په ډیر کم عمر به د کور هلک له توپک سره‬
‫ګرزیده‪ ،‬چه ډیر ځله توپک به زما له قد نه اوږد وو‪ .‬او د‬
‫توپک نښه باید پوره زده شوې وای‪ .‬دا رنګه نفاق‪ ،‬کین او‬
‫انتقام زمونږ د وجود رګونه ډک کړي وو‪ .‬کله چه مونږ په‬
‫خپل قام کې د تیرو پیړیو انتقام‪ ،‬نفاق او دښمنۍ درلودلې‬
‫او له یو او بل سره دوستان نه وو‪ ،‬ورسره نه مو د هزاره‬
‫قام د افغانستان د خپل ځان ګڼل او نه مو هم هیڅکله‬
‫‪810 of 1205‬‬

‫فارسي ژبي خپل سیاالن ګڼل‪ .‬بلکه په دوهمه درجه مو‬


‫ورته کتل او افغانستان مو د پښتنو باله‪ .‬که کله به کومه‬
‫داسې حادثه پیښه شوله چه له پښتنو پرته د کوم پښتون له‬
‫نورو قامونو سره د ژبې یا د جنګ حاالت شوي وي‪ ،‬نو‬
‫ټول پښتانه به د هغه پردي قام په ضد یو موټی شول‪ .‬چه‬
‫که هغه پښتون چا پیژاند او که چا نه پیژاند‪ ،‬مګر د‬
‫فارسي ژبو په مقابل کې به ئې دفاع په ګډه کوله‪.‬‬
‫بل هغه رواج چه چلیده دا وو چه د پکتیا د خلکو د‬
‫عسکري مکلفیت د اعلحضرت نادر خان له زمانې نه بښل‬
‫شوی وو‪ .‬هر کور او په هر قام کې ‪ ۲۲‬کلنې ځواني ته‬
‫رسیدلي ځوانان به حتما َ او خامخا د عسکري د مکلفیت‬
‫دوه کاله دوره سرته رسوله‪ .‬د صاحب منصبانو په کورونو‬
‫کې به یو عسکر د صاحب منصب د کور خذمت کاوو‪ ،‬چه‬
‫نفرخدمت به ورته ویل کیده‪ .‬او د دوو کالو موده به ئې په‬
‫همدې نوکري کې سرته رسیدله‪ .‬چه ټول به فارسي ژبي‬
‫وو او اکثرا َ به د آمو دریا او د هندوکش د غرونو تر منځه‬
‫د پرتو والیاتو مسکونین عاجز کسان وو‪.‬‬
‫‪811 of 1205‬‬

‫د صاحب منصب کیدو لپاره په کابل کې دوه مهم‬


‫عسکري تعلیم ځایونه وو‪ ،‬چه یو مکتب د "پل سوخته" خوا‬
‫ته نژدې "عسکري لیسه" وه او تر ‪ ۲۰۰۰‬شاګردانو له ملړي‬
‫صنف نه بیا تر دولسم پورې تحصیل پکې کاوو‪ .‬وروسته‬
‫له دولسم ټولګي نه به د کابل د باالحصار په شمالي ملنه‬
‫او غونډۍ کې په جوړ شوي "حربي پوهنتون" کې به ئې‬
‫درۍ کاله لوست‪ ،‬نظامي تعلیم به یې کاوو چه پوځي‬
‫مختلف مسلکونه پکې وو‪ .‬چه بیا به صاحب منصبان‬
‫شول‪ .‬که د عسکري لیسې هلکان وو او که د حربي‬
‫پوهنتون ځوانان وو‪ ،‬د کابل او د نورو سیمو خلکو ته ئې‬
‫زیات قدر درلود او ددوی عسکري خاصو دریشیو ته به ئې‬
‫"پوست شیر" ویل‪ .‬ال د ملړی صنف یا د دوهم ټولګي‬
‫وړوکي شاګرد ته به هر چا په ډیر قدر د "ضابط صاحب“‬
‫خطاب کاوو‪.‬‬
‫دا د ‪۱۹۴۰‬م کال د لسیزې خبرې دي چه برعالوه په‬
‫کابل کې درۍ ډیر مشهوره نور مکتبونه هم وو‪ .‬چه یو د‬
‫”نجات لیسه“ وه‪ ،‬چه د جرمني له ژبې تحصیل پکې له‬
‫ملړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي سرته رسیده‪ ،‬چه په ښه‬
‫‪812 of 1205‬‬

‫دیسپلین مشهوره نوم وو‪ .‬دوهم د "استقالل" لیسه وه چه‬


‫په فرانسوي ژبې تحصیل پکې کیده‪ .‬دریمه لیسه د‬
‫”حبیبې“ په نوم لیسه وه‪ ،‬چه له امیر حبیب اهلل خان څخه‬
‫پاته وه او د انګلیسی ژبه پکې جاري وه‪ .‬د تحصیل هر څه‬
‫په ځای وو او په ډیر پام او سختو امتحانونو د الیقو‬
‫معلمینو او ښونکو د منظم درس ورکولو او څارنې ټول‬
‫سیستم پکې چلیده‪ .‬که چا قصدا َ درۍ ورځې غیر‬
‫حاضري کړې وای‪ ،‬نو له مکتب څخه شړل کیده‪.‬‬
‫هغه شفاخانې چه په کابل کې موجودې وې او‬
‫مشهوره وې خصوصا َ د "علی آباد" شفاخانه چه د ترکیې‬
‫د هیواد له خوا د هغوی په مصرف او کومک جوړه شوې‬
‫وه‪ .‬ټول ضروري طبي وسایل هم پکې موجود وو‪ .‬دوهمه‬
‫شفاخانه د "قوای مرکز" په نوم شفاخانه وه چه نظامي‬
‫شفاخانه وه‪ .‬او بله نظامي شفاخانه د "پل محمود خان"‬
‫په شفاخانه مشهوره وه‪ .‬په دوو برخو کې زمونږ تُرکی‬
‫دوستانو په ډیر صداقت کار کاوو‪ .‬یو په طبي چارو کې‬
‫دوهم په نظامي چارو کې‪.‬‬
‫‪813 of 1205‬‬

‫زمونږ بل دوست د جرمن قام وو‪ .‬په نړیوال دوهم جنګ کې‬
‫د افغانستان اکثره خلک د جرمن د قام د مشر "هتلر"‬
‫ستاینه کوله او ذهنا ً یې پلويان وو‪ .‬حتی ویل به ئې چه‬
‫"هتلر په افغانستان کې زیږیدلی دی"‪ .‬ددې علت دا وو چه‬
‫د هتلر د جنګ او پوځي قوت له شهرت څخه به افغانانو‬
‫خوند آخست‪ .‬هتلر ته به ئې د زړور او باتور جنګیالي په‬
‫سترګه کتل‪ .‬خصوصا َ په پښتنو کې جنګ او توریالیتوب‬
‫منل شوی منفي فرهنګ وو‪ .‬بله د جنګ څهره "ستالین"‬
‫وو‪ ،‬او د ستالین په هکله له افغانانو سره ډیر معلومات نه‬
‫وو‪ .‬یوازې یو لوی تبلیغ د کمونیزم د بې دیني په ضد په‬
‫ټولو جماتونو کې جاري وو‪ .‬چه البته معلومیدل چه دا د‬
‫بین املللي اخوانیزم د لوی تشکیالت له خوا رهبري کیږي‪.‬‬
‫بل دا چه ستالین له شوروي اتحاد نه د هر چا د لیدلو او‬
‫ماسکو ته د تللو الرې بندې کړې وې‪ .‬چه دا کار په جهان‬
‫کې پدې تعبیر شهرت درلود چه "له شوروي اتحاد څخه د‬
‫اوسپنې دیوال چارپیر کړل شوی دی“‪ .‬نو په شوروي‬
‫اتحاد کې هر څه نامعلوم او مرموز وو‪ ،‬مګر د پیشرفتونو‬
‫په هکله ئې تبلیغات موجود وو‪ .‬د شوروي اتحاد له کار او‬
‫‪814 of 1205‬‬

‫کارګرانو څخه د یو فوق العاده مخلوق تصویر جوړ شوی‬


‫وو‪.‬‬
‫مګر کله چه په ‪۱۹۵۰‬م کې مې د ستالین مرګ له‬
‫رادیو څخه واورید‪ ،‬دا هغه وخت وو چه د کمونیزم د‬
‫آیډیولوژي او تبلیغ پټې پاڼې په پټو السونو د کابل په‬
‫تحصیل ځایونو کې ځای ځای په ډیر احتیاط ولیدل‬
‫شولې‪ .‬د سوسیالیزم‪ ،‬د لیننزم‪ ،‬مارکسیزم او د کمونیزم په‬
‫هکله خبرې د ځینو روشنفکرانو تر منځه د خبرو او د‬
‫مجلس په بحث واووښتلې‪ .‬چه بیا هم پټ مجلسونه وو‪.‬‬
‫دا تبلیغي او تحریري وسایل له ایران څخه افغانستان‬
‫ته انتقال کیدل‪ ،‬چه د ایران کمونست حزب چه نوم ئې‬
‫”توده“ وو او د ماسکو له خوا مګر د ایران د کمونست‬
‫حزب په وسیله ځینې کتابونه او خصوصا َ تبلیغي مجلې له‬
‫عکسونو سره کابل ته پټه الره پیدا کړې وه‪ .‬او منونکو‬
‫روشنفکرو کابلیانو دا پوره عقیده درلودله چه د افغانستان‬
‫د فقر او د بیسوادي یوازنی د حل کیلي د کمونیزم‬
‫آیډیولوژي ده او بس‪.‬‬
‫‪815 of 1205‬‬

‫د ‪ ۱۹۵۰‬کال په لسیزه کې دا رنګه روشنفکران ډیر‬


‫شول‪ .‬هغوی چه د غربي هیوادونو تحصیل کړی وو‪ ،‬نو‬
‫هغو روشنفکرانو د جرمني یا انګلستان او یا د فرانسې د‬
‫دیموکراسي طرفداران وو‪ .‬مګر دا هیوادونه په‬
‫”امپریالیستي“ تور او تهمت ککړ شوي وو‪ .‬چه خصوصا َ‬
‫د انګلستان له خوا د نیول شوو هیوادونو او مستعمرو په‬
‫هکله کوم نیک او دوستانه پکر موجود نه وو‪ .‬بلکه برعکس د‬
‫تاریخ دا مرحله په ټول جهان کې د یوې نوې آیډیولوژي‬
‫چه د امپریالیستي او کاپیتالیستي ضد جریان او مفکورو‬
‫مرحله وه‪ ،‬چه د سرمایه دارانو په ځای فقیرانو ته پام‬
‫شوی وو‪ .‬د فقیرانو‪ ،‬بیکارانو او د بیسوادانو مالتړ قوت‬
‫چه عدالت ئې راووست‪ ،‬د مارکسیسزم کیلي وه‪ ،‬چه یا له‬
‫سوسیالیستي الرې باید تطبیق کړل شوې وای او یا خو د‬
‫کمونیزم د انقالب په الره باید ګامونه آخستل شوي وای‪.‬‬
‫دا نوې نظریه وه چه په پطرزبورګ کې په کال ‪۱۹۱۷‬م کې‬
‫تطبیق کړل شوې هم وه او اوس باید د کاپیتالیزم ځای‬
‫سوسیالیزم نیولی وای‪.‬‬
‫‪816 of 1205‬‬

‫دا نظریات کرار کرار په کابل کې په لوڅیدلو شول‬


‫چه طرفداران ئې ځینې روشنفکران وو‪ .‬مګر له کابل نه‬
‫هاخوا په کلیوالي ژوند کې هر جمات د کمونیزم د بیدیني‬
‫د تبلیغ‪ ،‬تبلیغ ځایونه وو‪ ،‬چه مطلق اکثریت ئې جوړاوو‪ .‬او‬
‫ځینې دلیلونه چه د روشنفکرانو له خوا په مجلسونو کې‬
‫یادیدل هغه دا وو چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬دا شاهي نظام نور په یو خوسا ډنډ آووښتی دی‪ .‬دوه‬
‫سوه کاله کیږي چه حرکت پکې نشته‪ ،‬باید له منځه والړ‬
‫شي‪.‬‬
‫‪ .۲‬پدې لسیزه کې "‪ "۱۹۵۰‬له ایران څخه د "ډاکتر‬
‫مصدق“ د صدراعظمي له هغه پاڅون څخه خبرې په ډیر‬
‫هیجان د کابل تحصیل ځایونو ته راورسیدلې چه د‬
‫انګلستان په ضد ئې د "تیلو د ملي کولو" تحریک پیل کړی‬
‫وو‪ .‬دوهم ورسره د هند د صدراعظم "جوهر لعل نهرو" د‬
‫سوسیالیستي افکارو تحسین کیده‪ .‬ورپسې په مصر کې‬
‫د پاچا "فاروق" په ضد د جمال عبدالناصر په مشري‬
‫سوسیالیستي کودتا وشوله‪ .‬او د سوسیالیزم په نوي‬
‫جریان کې عربي هیوادونه هم په حرکت راغلل‪ .‬ورپسې له‬
‫‪817 of 1205‬‬

‫"کیوبا" څخه د "فیډل کاسترو" او د مشهور ډاکتر "چې‬


‫ګیوارا" آوازې لور تر لوره په جهان کې په ډیر فخر او‬
‫میړانې تیتې شولې‪ .‬چه په ډیر کم قوت فیدل کاسترو او‬
‫ډاکتر چې ګیوارا وکړای شوالی چه د "سیراماسترا" په‬
‫غرونو کې د قیام ملړني ګامونه په ګریالئی جنګونو د د‬
‫کیوبا د واکمن "باتیستا" په ضد پورته کړي‪ .‬چه د کلیو‬
‫فقر وهلي کلیوال ئې مالتړی شول او د کیوبا حاکمیت ئې‬
‫تر السه کړ او د سوسیالیزم الره ئې ونیوله‪.‬‬

‫همداسې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې همدا نوی جریان‬


‫جاري وو‪ .‬خصوصاَچه کله خبره د کابل وه‪ ،‬نو د ستالین‬
‫له مرګه چه کله په ماسکو کې "خروسچف او بولګانین"‬
‫اقتدار ته ورسیدل‪ ،‬ورسره په کابل کې سردار محمد داود‬
‫خان د صدراعظمي په مقام تعین شو‪ ،‬چه ئې له پاکستان‬
‫سره د پشتونستان په موضوع کې سخته دښمني‬
‫راواخستله‪ .‬چه حتی د جنګ او سفربري اعالن ئې هم‬
‫ورکړ‪ ،‬چه دا یو احمقانه او دردناکه پریکړه وه‪.‬‬
‫‪818 of 1205‬‬

‫دا د پشتونستان په نوم خیالي هیواد کې د پښتنو هغه‬


‫سیمې او قامونه پراته وو چه د "ډیورند" په کرښه له‬
‫افغانستان څخه د امیرعبدالرحمن خان په واکمني کې‬
‫جال شول‪ .‬چه د چترال په ملنه کې له باجوړ څخه تر سوات‬
‫او بنیر‪ ،‬د خیبر او د تیرا پښتانه او هم د شمالي او‬
‫جنوبي وزیرستان قامونه راتلل‪ .‬او په جنوب کې تر ”کویټې‬
‫او چمن" پورې ټول پښتانه په همدې غرنیو سیمو کې پراته‬
‫وو‪ .‬مګر دلچسپه داده چه د پشتونستان خلکو به افغانانو‬
‫ته ویل چه‪" :‬ستاسې ئې په مونږ څه! د تاسې هیواد پخپله‬
‫یو خوار هیواد دی‪ ،‬تاسې د خپل هیواد د فقر غمه‬
‫وخورئ“‪.‬‬

‫دا مرحله یوه پیچلې تاریخی مرحله وه‪ ،‬چه کابل ته له‬
‫ماسکو څخه "خروسچف" له ګڼ شمیر چارواکو سره‬
‫راغی‪ .‬او کابل ته یې څو ښاري بسونه ورکړل او له‬
‫ترافیک سره یې د موټرو او موټر سیکلونو کومک وکړ‪.‬‬
‫نورې ډیرې معاهدې هم امضا شولې‪ .‬د پوځ د ټولو وسلو‬
‫له ټانګونو نیولې تر میګ طیارو شوروي ومنل چه‬
‫‪819 of 1205‬‬

‫افغانستان ته ئې ورکړي‪ .‬د پوځ د لوړو رتبو افسرانو په‬


‫شوروي کې تحصیل ترسره کړ‪ .‬سردار محمد داود خان‬
‫غیږ شوروي ته پدې خاطر په دوستي او د دوست خواهي‬
‫په معاهدو خالصه ونیول شوله چه کله د داود خان د‬
‫سفربري شخصي احساسات بې سنجشه حساب بیرته د‬
‫پوځ او پوځي تشکیالت دننه له رسوائي سره مخامخ شو‪.‬‬
‫پدې مانا چه د ټانګونو پرزې زړې وې او له کاره ولویدل‪ .‬د‬
‫موټرو تیل تر ‪ ۴۰‬کیلومتري په ټپه ودریدل او نور هر څه چه‬
‫په پوځ متعلق وو بیرته د صدراعظم داود خان د هغه شعار‬
‫په مخ لکه تونده څپیړه ولګیدله چه داود خان زما یاد شي‬
‫چه په یکشنبه ورځ ئې چه کله د سفربري اعالن وکړ‪ ،‬نو‬
‫ئې له رادیو څخه داسې وویل چه‪ ..." :‬مونږ به د جمعې‬
‫ملونځ په کراچی کې کوو ‪” ،“! ...‬کراچی“ په هغه وخت کې‬
‫د پاکستان پایتخت وو‪.‬‬
‫دا پوچ خیاله احساسات د یو نازولي شهزاده چه‬
‫اوس صدراعظم شوی وو او دې شرم ال هم منحرفه کړ‪،‬‬
‫چه کله ئې د خپلې ناکامي مخې ته د شوروي اتحاد غیږ‬
‫خالصه ولیدله چه ماسکو په دوستي داود خان ته خالصه‬
‫‪820 of 1205‬‬

‫نیولې وه‪ .‬داود خان ځان پدې مقصد چه خپله ناکامي ئې‬
‫جبران کړې وي او په راتلونکو کلونو کې ئې له پاکستان‬
‫څخه د پشتونستان په موضوع انتقام آخستی وي‪ ،‬نو ئې‬
‫د خپل پوځ او پوځي سامان آالتو ټول واک په ماسکو‬
‫وتاړه‪ .‬خصوصا َ د ماسکو دا ابالغیه د ټول افغانستان په‬
‫غوږونو په هماغو حساسو مګر ناکامه شیبو کې لکه د یو‬
‫نژدې دوست او ورور غږ ولګید چه‪ ،‬زما یاد شي هغه غږ‬
‫داسې وو چه د ماسکو له رادیو نه خپور شو‪:‬‬

‫”هغه جنګي طیارې چه د امیر آمان اهلل خان د واکمني په‬


‫وخت کې له شوروي اتحاد څخه آخستل شوې وې او تر‬
‫داننه د شوروي اتحاد په هوائی میدانو کې افغانستان ته‬
‫د انتقالولو انتظار باسي د افغانستان له حکومت نه‬
‫خواهش کیږي چه خپلې طیارې انتقال کړي‪ .‬ځکه چه‬
‫زموږ خپلې نوې طیارې ډیرې شوي دي او خپله نوو جوړو‬
‫شوو طیارو لپاره هوائی میدانوته ضرورت لرو“‪ .‬دلچسپه دا‬
‫وه چه ددې طیارو شمیر د تبلیغ له ژبې چه کله په خلکو‬
‫کې موضوع وګرزیدله‪ ،‬نو د طیارو شمار له ‪ ۳۰۰‬څخه تر‬
‫‪821 of 1205‬‬

‫‪ ۳۰۰۰‬تبلیغ شولې‪ .‬حتی ماسکو دا هم وویل چه‪" :‬که‬


‫چیرې زمونږ د دوست همسایه هیواد لپاره د کومک هغه‬
‫خبره مطرح وي چه خپلې طیارې وغواړي زمونږ د پیلوټانو‬
‫په وسیله خپل هدف ته رهنمائي کړي‪ ،‬نو زموږ پیلوټان‬
‫حاضر دي چه دا خذمت او کومک هم سرته ورسوي“‪.‬‬
‫دا هغه غږ وو چه د افغانستان خلکو کې ئې د‬
‫دوستي الره پیدا کړه چه یو جادوګر داسې غږ ته ورته وو‬
‫چه پرونیو بیدنه کمونستانو او پخواني تزاري دښمنانو ته‬
‫افغانانو د "ماما" لقب ورکړ‪ ،‬چه د ماما نوم افغانانو ته‬
‫ډیر ګران او عزیز نوم وو‪.‬‬

‫زما یاد شي چه کله به د اخوانیزم تبلیغ پدې ژبې د‬


‫افغانانو په زړونو کې د ماسکو د کمونیزم په ضد د نفرت‬
‫او دښمنۍ تیارې خپرولې چه‪" :‬که چیرې د یو بیدینه‬
‫کمونست الس د یو مسلمان افغان په الس ولګي باید‬
‫شرعا َ پریکړی شي“‪.‬‬
‫که چیرې د یو بیدینه کمونست د وینې کوم څاڅکی د یو‬
‫مسلمان په تن پریوځي‪ ،‬نو دا چټله وینه ده لکه څرنګه چه‬
‫‪822 of 1205‬‬

‫د خوګ وینه هم شرعا َ دا فتوا لري چه په مینځلو نه‬


‫پاکیږي باید هغه په وینو ککړه شوې غوښه د چاکو په‬
‫وسیله له بدن څخه پریکړل شي“‪.‬‬
‫کمونستان هغه بیدینه زنا کار خلک دي چه ”که یو‬
‫کمونست خپل کور ته له بهر څخه راغلی وي او هلته که‬
‫چیرې وویني چه د بل کوم نر د پوښو بوټونه ویستل شوي‬
‫دي‪ ،‬نو د کور خاوند له دروازې نه بیرته تمیږي‪ ،‬دا ځکه چه‬
‫له خپلې ښځې سره ئې یو پردی سړی پروت دی‪.‬‬
‫کمونستان تر خپلو منځو خپلې ښځې لکه خپلې ځمکې‬
‫مشترکې بولي او له یو بل سره زنا نه ردوي او په‬
‫کمونستانو کې ناموس وجود نلري“‪.‬‬
‫دا د ساړه جنګ د لوئې جبهې په افغانستان کې یوه‬
‫برخه وه چه ددې جنګ څټ ته د شوروي د کمونیزم په ضد‬
‫امریکا او ټول غرب والړ وو‪ .‬او په افغانستان کې ئې د‬
‫تبلیغ مټ او ژبه د اخوانیزم ارتجاع وه‪ ،‬چه د غرب له خوا‬
‫ئې مالتړ کیده‪ .‬مګر دا د تبلیغ څلی یو په یو نړیدلی وو او‬
‫ځای ئې "ماما" نیولی وو‪.‬‬
‫‪823 of 1205‬‬

‫زما یاد شي یوه ورځ د مني په سړې هوا کې چه کله د‬


‫خپل مکتب د رخصتي په ورځې زما الره د شوروي اتحاد‬
‫د سفارت نژدې مخې ته په پیاده رو د تلو وه او زه چه کله‬
‫هماغه ځای ته د الرې په سر ورسیدلم چه د شوروي‬
‫اتحاد د سفارت له مخې تیریدلم‪ ،‬نو له تیریدلو وروسته د‬
‫دوو نفرو له خوا ودورول شولم چه پوره د پام دریشۍ ئې‬
‫په ځانو کې وې‪ .‬پداسې حال کې ماته رانژدیشول چه ما‬
‫ال په مخ ګیره ندرلودله چه وئې خرییم‪ .‬هغوی هم په نرمو‬
‫الفاظو او هم لکه د مشرانو له ژبې کشر ته د هوشدار په‬
‫پند مخاطب کړم چه "بعد از این هوشت باشد که از‬
‫پیشروی این دروازه نزدیک نګذري! این دفعه هم خیر‬
‫است دوباره چنین نکنی‪ ،‬فهمیدی!؟“‪ .‬دا د داود خان له‬
‫سفربري اعالن څخه مخکې کلونه وو! او بیا وروسته له‬
‫هغه چه د شوروي د کومک او د کارګرانو مټې مونږ په‬
‫ملړي ځل د کابل د "سیلو د عمارت" په جوړولو کې لیدلې‬
‫نو پدې شاهد وو چه دغو شوروي کارګرانو او انجینرانو‬
‫په ټکنده غرمه ګرمیو کې څومره په صداقت د سیلو د لوی‬
‫تعمیر کارونه سرته رسول‪ .‬چه داسې یو لوړ او پوخ پراخه‬
‫‪824 of 1205‬‬

‫تعمیر د کابل اوسیدونکو ال تر هغه وخته لیدلی نه وو‪ .‬چه‬


‫د افغانستان د وطن د خپلو وطنوالو په مټ او په زیار او یا‬
‫صداقت په کابل او یا د وطن په بل کوم ځای کې جوړ‬
‫شوی وي‪ .‬مګر دادی چه زمونږ دوست او "ماما" خیالنو په‬
‫بالعوض کومک جوړاوو‪.‬‬
‫پدې توګه‪ ،‬کابل ته د راغلو کارګرانو او انجینرانو‬
‫ډلې څو نفري به پنځه پنځه یا به لږ او یا به ډیر شمیر یو‬
‫ځای څنګ په څنګ د یخني موسم په ورځو کې په اوږدو‬
‫اوږدو تورو تورو باالپوشونو سره چه ټول به یو رنګ وو او‬
‫په قوي هیکله قدونو به د کابل په کوڅو کې د تګ په حال‬
‫کې چه کله ښکاره شول‪ ،‬نو د کابل خلکو به د دوستي په‬
‫تبسم ورته کتل او هغوی ته به ئې "ماما خیالن" ویل‪ .‬چه‬
‫یو شاهد ئې هم زه یم چه د همدې واقعیت هماغه ورځې‬
‫ما لیدلي دي‪ .‬دوی واقعا َ خپل کار او صداقت ښود‪ .‬دا د‬
‫هغو ورځو ژبه ده چه یو واقعیت دی‪ ،‬نه د نني اخوان او‬
‫مسلمان او مجاهد ژبه چه ګویا دوی له شوروي سره جهاد‬
‫کړی دی‪.‬‬
‫‪825 of 1205‬‬

‫نو ال نن هم کال ‪۲۰۰۴‬م دوی ځانونه د اسالم پیره داران‬


‫او د خدای د الرې لوړ مقامه پیروان‪ ،‬مګر همدا پروني غله‬
‫او کابل ورانونکي‪ ،‬او نني قوماندانان او لوی لوی تاجران‪،‬‬
‫قاچاقبران او سرمایه داران دي‪ .‬چه هیڅکله به ددوی نه‬
‫الره او نه هم ژبه ددې وران هیواد ژبه وي‪.‬‬

‫دا ده هغه واقعي مطلب چه له هماغه پرون څخه بیا تر ننه‬


‫پدې هیواد کې څه تیر شول؟ علتونه ئې څه وو او کوم‬
‫زخمونه او معلولونه ترې پاته شول؟ دا یوه څیړنه ده او یوه‬
‫محاکمه هم ده‪ .‬مګر دواړه په هغه واقعیتونو پورې د نیک‬
‫قضاوت په مقصد اړه لري چه ټول پروني پټ لوڅ کړل‬
‫شي کوم چه خصوصا َ د لیدلو نژدې حاالت پکې د‬
‫وضاحت د فریضې په مهم رکن حسابیږي‪ .‬ځکه چه د‬
‫هغو کلونو نسل یا په اکثریت له منځه تللي کسان دي او یا‬
‫هم که پاته هم وي څومره چه په کلونو کې بې تفاوته پاته‬
‫وو او یا که د کمونیزم د آیډیولوژي په پټو سترګو پیروان او‬
‫حتی غالمان وو‪ ،‬نو نشي کوالی چه په هغو کلونو خپل د‬
‫هسک سر له سترګو رڼا واچوي‪ .‬خامخا به یا دروغ وائی‬
‫‪826 of 1205‬‬

‫او یا به په خپلو نني حزبونو تړل شوي وي‪ .‬داسې یو‬


‫تحریف او انحراف دواړه د هیواد له عزت او ژوند او‬
‫تاریخي تیرو حادثو سره یو لوی خیانت دی‪.‬‬

‫باید د تیرو زمانو د یادونو په هکله یو آزاد بیطرفه پکر‬


‫ملړی په ځان کې پیدا کړو چه وکړای شو نیک او بد دواړه‬
‫هم د هیواد په وړاندې او هم د ژوند په وړاندې د احترام‬
‫په فریضې چه ئې ژوند او هیواد ته لرو په نظر کې ونیسو‪.‬‬
‫ترڅو د حقیقت آئینه ترې جوړه شي پدې مطلب چه یوازې‬
‫او یوازې خپل ځان پکې ووینو او پخپل ژوند او پکر مو پام‬
‫له دروغو لیرې پاته شي‪ .‬ځان پیژندنه همیشه د خپل ژوند‬
‫اخالقي موضوع وګرزو‪ .‬که نه خو زمونږ تیر ژوند او تیر‬
‫تاریخ لکه څرنګه چه تل په تحریف او مغالطې کې پاته‬
‫شوی دی‪ .‬نتیجه ئې ډیره دردناکه ده‪ ،‬چه که مونږ خپل تیر‬
‫تاریخ غولوی دی او همداسې بیرته مونږ د خپل غلط تاریخ‬
‫له خوا غولیدلي هم یو‪ ،‬چه له دواړو حاالتو څخه مو یو‬
‫ناروغ ذوق تر السه کړی دی‪.‬‬
‫‪827 of 1205‬‬

‫باید د تیرو زمانو د یادونو په هکله یو آزاد بیطرفه پکر‬


‫ملړی په ځان کې پیدا کړو‪ .‬ترڅو وکړای شو نیک هم او بد‬
‫هم‪ ،‬دواړه‪ ،‬هم د هیواد په وړاندې او هم د ژوند په‬
‫وړاندې‪ ،‬د احترام په فریضې چه ئې ژوند او هیواد ته لرو‬
‫په نظر کې ونیسو‪ .‬چه بیا داسې د حقیقت آینه ترې جوړه‬
‫شي چه تل پاته وي‪ ،‬پدې مطلب چه یوازې او یوازې خپل‬
‫ځان پکې ووینو او پخپل ژوند او پکر مو پام له دروغو لیرې‬
‫پاته شي‪ .‬ځان پیژندنه همیشه د خپل ژوند اخالقي‬
‫موضوع وګرزو‪ .‬که نه خو زمونږ تیر ژوند او تیر تاریخ لکه‬
‫څرنګه چه تل په تحریف او مغالطې کې پاته شوی دی‪،‬‬
‫نتیجه ئې ډیره دردناکه ده‪ .‬چه که مونږ خپل تیر تاریخ‬
‫غولولی دی‪ ،‬همداسې بیرته مونږ د خپل غلط تاریخ له خوا‬
‫غولیدلي هم یو‪ ،‬چه له دواړو حاالتو څخه مو یو ناروغ ذوق‬
‫تر السه کړی دی‪.‬‬
‫‪828 of 1205‬‬

‫خبره د شورویانو په راتلو سره وه‪ ،‬چه د خپل وخت د‬


‫تخنیک او صداقت له مخې ئې هغه څه ملړی د کابل خوار‬
‫ښار ته ورکړل چه تیرو ‪ ۲۰۰‬کلونو او د خپلو پاچایانو او د‬
‫خپل دولت له السه ئې لیدلي نه وو‪ .‬سیلو آباده شوې وه‪ ،‬د‬
‫پولي تخنیک یوه لویه علمي پروژه له ټولو ضروري‬
‫محتویاتو سره سرته رسیدلې وه‪ .‬کابل کرار کرار یو نوی‬
‫ښاري رنګ ونیوو‪ ،‬چه د افغانانو په ځای پردیو السونو‬
‫زمونږ پایتخت او بیا د نورو والیتونو مهمې برخې آبادولې‪.‬‬
‫بیا چه خبره د میکروریانو د کورونو تر آبادولو‪ ،‬د برق او‬
‫کانالیزیشن تر ضروري ملحقاتو‪ ،‬او د لویو الرو د یو‬
‫عظیم او پوخ کار په پیل کولو‪ ،‬د هندوکش لوړو څوکو ته د‬
‫الرو تر رسیدلو‪ ،‬او دننه په کابل کې د یو مجهز او د خپل‬
‫وخت د عصریترین "‪ ۴۰۰‬بستر" روغتون د جوړیدو تر‬
‫څنګ‪ ،‬د داسې کار‪ ،‬د صداقت او دوستي السونه تر‬
‫”ننګرهار“ پورې د فارمونو او بندونو تر جوړیدو پورې‬
‫ورسیدل او هم د کابل بین املللي هوایي میدان ددوی په‬
‫مټ جوړ شو‪ .‬دا د جالل آباد د هوا تر تغیر او مثبتې‬
‫فضا پورې او د نوو نوو پیداوارو یو زراعتي تغیر او‬
‫‪829 of 1205‬‬

‫نوښت هم وو‪ ،‬چه دا کار د افغانستان د هیواد دولت له‬


‫خوا په تیرو ‪ ۲۰۰‬کلونو کې شوی نه وو‪ .‬ننګرهار دداسې‬
‫یو عظیم تحول هیڅکله شاهد شوی نه وو‪ ،‬کوم چه‬
‫شورویانو ترسره کړی وو‪ .‬یوازې په جالل آباد کې ددې‬
‫هیواد څو پاچایانو په یو اوړ ځای کې هغه هم یوازې د‬
‫خپل راحت او د ژمي د موسم د تفریح لپاره یو څو شاهي‬
‫ودانۍ جوړیکړې وې او نور څه پکې نه وو‪.‬‬
‫دا یو تیر واقعیت دی چه باید بیان شي او چه هیر‬
‫نشي‪ .‬خصوصا َ دا زمونږ د ژوند هغه مرحله وه "‪۱۹۵۰‬‬
‫لسیزه" چه کله کابل ته د امریکا د واکمن ”جان ایف‬
‫کنیډي" مستشار او مشاور "نکسن" له راتلو سره امریکا‬
‫له مونږ نه مخ واړاوو‪ .‬مګر د هغه په ځای هغه السونه چه‬
‫له شوروي څخه مونږ ته په دوستي او بالعوضه کومکونو را‬
‫اوږده شول د یوې تیرې تاریخي موضوع په توګه د‬
‫”دوستي" د پاک نوم په احترام له یاده اونه اووزي‪ .‬او نه‬
‫هم باید پریښودل شي چه په هغو السونو هغه تورې خولې‬
‫او د اخوانیانو د ارتجاع د تبلیغ تورې ژبې الړې توه کړي‪،‬‬
‫چه بیرته د هغو له السه دې هیواد د بربادۍ او ورانیو آزار‬
‫‪830 of 1205‬‬

‫ولید‪ .‬پدې مهم عنوان او واقعیت باید څو څو ځله هم پام او‬


‫هم اعتراف وشي چه‪:‬‬
‫که چیرې په مونږ کې د کمونستانو په نوم‪ ،‬مګر د‬
‫ماسکو غالمان پیدا شوي نه وای‪ ،‬او که له همدغو داخلي‬
‫غالمانو څخه او ددوی په وسیله د شورویانو متجاوز پوځ‬
‫او یا مخکې له شورویانو څخه د "تزارانو" د پټو پالنونو‬
‫مخې ته د راتلو الرې ګُدرې خالصې شوې نه وای‪،‬‬
‫او که همدغو داخلي کمونستانو "او په شوروي اتحاد‬
‫کې په پوځي مختلفو مسلکونو روزل شوو پوځیانو" له بل‬
‫هر روشنفکر څخه د خپل وطن د اکثریت اوسیدونکو د فقر‬
‫او له جهان څخه د ناخبري او بیسوادي له واقعیت څخه او‬
‫د خارجي یرغلګرو په وړاندې د افغانانو د حساسیت لرلو‬
‫له تاریخي پیښو او د "شاه شجاع" له تجربو څخه پند او‬
‫پوهه درلودالی‪ ،‬او که د همدې داخلي ګمراهانو پام خپلو‬
‫ګمراهیو ته نیول شوې وای‪ ،‬او که په خپلو همدې‬
‫بیسوادیو پوهیدلې وای چه بیرته پخپله د مارکسیزم د‬
‫نظریاتو په کاسه کې افغانستان ته د کمونیزم په تخم‬
‫ساتلو خپله مارکس ال عصیان کاوو‪.‬‬
‫‪831 of 1205‬‬

‫او د ماسکو په مټ او د باروتو په اور که داخلي‬


‫کمونستانو افغانستان ته د خیالي کمونیزم په مقابل کې د‬
‫غالمي د منلو په ځای او د یو څو ورځو د اقتدار د خوند‬
‫آخستلو په ځای ئې‪ ،‬د یو میړني افغان په توګه ملړی له هر‬
‫څه په خپل دننه اخالقي غیرت او په خپل اخالقي‬
‫شخصیت پام شوی وای‪ ،‬او د غالمي شرم ئې که لرلې نه‬
‫وای نو به هیڅکله شورویان هم له مونږ سره خپل دروغ‬
‫شریک کړي نه وای‪.‬‬
‫مګر د ارتجاع یوه زړه ژواله ال اوس هم بې خونده‬
‫ژول کیږي چه وائي‪:‬‬
‫شورویانو که مونږ ته الرې جوړولې او یا ئې که د‬
‫کابل هوائی میدان ته نوې تخنیکي او هوائي رونق ورکول‪،‬‬
‫او که ټول هغه نور اقتصادي او طبي مرستې او کارونه‬
‫یې کول‪ ،‬دا ټول یوازې او یوازې د خپل راتلونکي د یرغل د‬
‫پالن د عملي کولو د سهولت په خاطر وو‪ ،‬او دا د تزارانو‬
‫یو پټ آرمان او پالن هم وو‪.‬‬
‫الکن منطق خپله رڼا لري او د واقعیتونو د بیان الرې‬
‫لري پدې مانا چه‪:‬‬
‫‪832 of 1205‬‬

‫که خبره د پوځ او د سرحد وي‪ ،‬نو ال د تزارانو پوځونه‬


‫د آمو دریا د افغانستان په سرحد له هغه وخته پراته وو او‬
‫د منځنۍ آسیا ډیر ځایونه ئې اشغال کړي وو‪ ،‬ال چه امیر‬
‫شیرعلي خان هم پاچا شوی نه وو‪ .‬او ال چه شهزاده‬
‫عبدالرحمن خان د تبعید یولس کلونه د منځنۍ آسیا په‬
‫مهمو ښارونو کې د تزاري لوی حکمران له حمایت او‬
‫مادي کومک الندې تیراوو‪ .‬کله چه تزاري ‪ ۳۴‬کسیزه هئیت‬
‫د امیرشیرعلي خان دربار ته راورسیدل‪ .‬په هماغو ورځو‬
‫کې وو چه د آمو دریا په غاړه د پرتو پوځیانو له جملې‬
‫څخه خصوصا َ د "کازاک" د قام منسوب جنګیالي پوځیانو‬
‫بیرته په همدې هئیت کې د هئیت د یو غړي او د هئیت‬
‫موظف ډاکتر له قلم او کتاب څخه لولو چه‪ ،‬دا بدلې به ئې‬
‫لوستلې؛ "انګریزانو! انګریزانو! ډیر ژر به درشو! ډیر ژر‬
‫به د جنګ په میدان کې سره ووینو! او خپلې موزې به د‬
‫هند د بحر په تودو اوبو کې پریمینځو! ‪ ."...‬دا د تزاري‬
‫امپراطورۍ دننه د "دون" په نوم د سین په غاړه د‬
‫”کازاک" په نوم پروت قام بدلې وې چه بیا د شوروي اتحاد‬
‫د اقتدار په موده کې د "شولوخووف" په نوم لیکوال‬
‫‪833 of 1205‬‬

‫وځلیده‪ ،‬چه د همدې قام وو‪ .‬کله چه "خروسچف" امریکا‬


‫ته د "جان کنډی" مالقات ته په تلو وو‪ ،‬نو نوموړی پخپله د‬
‫"شولوخووف" خیمې ته ورغی چه همالته د "دون" د سین‬
‫په غاړه ئې آړولي وو او له خپل قام او د خپل قام د‬
‫اوسیدلو سیمې سره ئې ډیره مینه وه‪ .‬دا لیکوال ئې هم له‬
‫ځان سره امریکا ته په خپل سفر کې شریک کړ‪ .‬تزارانو‬
‫چه په خپل خپل وخت السونه تر آمو دریا را اوږده کړل‪،‬‬
‫الکن نه ئې کومه حمله په افغانستان وکړه او نه ئې هم‬
‫پوځ کمزوری وو‪ .‬بلکه اساسي مطلب دا وو چه ال تر هغه‬
‫وخته ئې په افغانانو کې "که په هر نوم وو" مګر غالمان‬
‫پیدا کړي نه وو‪ ،‬چه بیرته د افغانستان دننه په لستوڼو کې‬
‫پراته په خپلو مارانو ئې وچیچي‪.‬‬
‫که ماسکو د افغانانو غالمي د کمونیزم په نوم هم‬
‫غوښتله‪ ،‬مګر دا خپله داخلي کمونستانو به کمونیزم په‬
‫ځانو منلی وو‪ ،‬چه یوه تیوري او یوه نظریه او آیډیولوژي‬
‫وه‪ ،‬کومه ګناه ئې ندرلودله‪ .‬مګر غالمي به ئې نه منله‪ .‬ځکه‬
‫چه دا د شرم دردناکه نامردي وه‪ .‬نو کله چه دوی پخپله په‬
‫داسې غالمي کې وو او د شرم دا رنګه غالمي ئې په‬
‫‪834 of 1205‬‬

‫ځانو منلې وه‪ ،‬بیا خو لداسې نامردانو به خپل وطن ته څه‬


‫ګټه رسیدله؟ هغوی چه د خپل اخالقو د شخصیت آزادي‬
‫له السه ورکوله‪ ،‬نو هغوی ته د وطن استقالل خو کوم د‬
‫غیرت او میړانې موضوع نه وه‪.‬‬
‫د موضوع او حقیقت باریکي همدا ده‪ ،‬چه په پکر او‬
‫پام په پام کې ونیول شي‪ .‬مونږ به هیڅکله د شورویانو د‬
‫زحمت او صداقت خولې له یاده ونه باسو‪ .‬که چیرې‬
‫هغوی په مونږ کې د غالمانو د پیدا کولو په لټه کې هم وو‪،‬‬
‫مګر دا په مونږ باندې فرض وه چه د خپلې وینې او د‬
‫عزت او آزادي هسک سر مو د غالمي په منلو ټیټ کړي نه‬
‫وای‪ .‬نور نو هاخوا یوازې د مارکسیزم تیوري پاته کیدله‬
‫چه بې له ماسکو څخه او بې له غالمي منلو څخه هم‬
‫زمونږ روشنفکرانو لوستلی شوالی‪ .‬لوستل کوم جرم نه وو‪،‬‬
‫او لوستل او په مارکسیزم پوهیدل‪ ،‬له بل هر چا نه هغو‬
‫افغانانو ته ضروري او حیاتي وو‪ ،‬پدې منظور چه پوه‬
‫شوي وای چه د افغانستان په خاوره کې د کمونیزم د تخم‬
‫شنه کیدو ته د افغانستان ځمکه مساعده نه وه‪ .‬ماسکو ته‬
‫په زاریو او په جګیو څو څو ځله د کمونستی کودتا د‬
‫‪835 of 1205‬‬

‫رهبرانو تګ او له شوروي څخه د هغوی د عسکرو او د‬


‫پوځ غوښتنه او بیا د هغوی په مټ او په وسلو د خپلو‬
‫افغانانو د وژلو او د کورونو د ورانولو کار اصالَ انساني‬
‫او اصالَ منطقي نه وو‪ .‬بلکه دا یو عام قتل وو‪ .‬هم‬
‫احمقي‪ ،‬هم وحشت‪ ،‬هم نامردي او جهالت وو‪ .‬که دا کار‬
‫زمونږ داخلي کمونستو کاوو او که د شوروي پوځیانو او‬
‫کمونستانو کاوو‪ ،‬په دواړو حاالتو کې د لوی ژوند د پاک‬
‫مفهوم نیک مقام نه مانه‪.‬‬
‫په مونږ افغانانو کې یو ډیر ګمراه شوی خوی زمونږ په‬
‫سینو کې همیشه په هغو شیبو کې منل شوی یو بدرنګه او‬
‫فریبکاره خصلت دی‪ ،‬چه کله مونږ په خپل الس له خپل‬
‫وطن او انسان سره د خیانت او جنایت جرمونه سرته‬
‫رسولي وي‪ ،‬او کله چه د جنایت کار قدرت او اقتدار نیشه‬
‫او مستي مو نور آلوتي وي‪ ،‬او د اقتدار الس بدل شوی‬
‫وي‪ ،‬او د همدغو غدارانو سرونه ځوړند په خجالت ټیټ‬
‫شوي وي‪ ،‬نو دا خبره ددوی له خولو څخه تل وتلې ده چه‪:‬‬
‫”دا ټولې وران”‪ ،‬دربدرئ او ټول کارونه د پردیو السونو‬
‫وو“‪.‬‬
‫‪836 of 1205‬‬

‫همدا خبره د ټولو اسالمي احزابو د رهبرانو له خولو څخه‬


‫هم وتلې ده‪ ،‬مګر په هغو وختونو کې چه نور ئې په کابل د‬
‫راکټونو له ویشتلو څخه السونه لنډ شوي وو‪ .‬دا په هغو‬
‫وختونو کې چه نور ئې جیبونه له بیشماره پیسو څخه ډک‬
‫شوي وو‪ .‬دا په هغو وختو کې چه سترګې ئې بیرته په‬
‫خپلو جنایتونو او د وطن په خرابیو لګیدلې وې‪ .‬او په هغو‬
‫وختو کې چه یو ځل بیا ئې زړونه د مقام نیولو ته ښه کړي‬
‫وو‪ .‬دوی ټولو هغه وخت چه خپل سرونه ئې د وطن د هغو‬
‫کنډوالو او مکتبونو د خرابیو او ورانیو په خاوره منډلي وو‬
‫کوم چه ددوی په راکټونو هغه ټول خاورې خاورې شوي‬
‫وو‪ .‬پدې ناقص پکر چه ممکن ددوی په وینو ککړ السونه به‬
‫څوک ونه ویني‪.‬‬
‫دوی د غله وای زمونږ قبول وو‪ ،‬دوی د قاتالن هم وای‬
‫مګر نه چه دوی دومره نامرد وای‪ .‬ځکه چه دا نامردي ده‬
‫چه غالمي مني او غالمان ترې جوړیږي‪ .‬دا نامردي ده‬
‫چه د دښمن له خولې څخه د شاباش او پیسو په منلو خپل‬
‫ناموس خرڅوي‪ .‬دروغ وائي او له خپل غیرت او شرف‬
‫څخه تیریږي‪ .‬نو چه له خپل شرف او وجدان څخه تیر‬
‫‪837 of 1205‬‬

‫شوي افغانانو په خپل وطن او ژوند او شرف تجاوزونه‬


‫سرته ورسول او بیا چه دوی بیرته پړه او مالمتي په دښمن‬
‫آچوي‪ ،‬آیا دوی پدې خپل اعتراف چه کله خپل شرمونه‬
‫مني او بیا هم وغواړي چه د مجاهد په نوم د هیواد سرتور‬
‫سر ئې وبښي‪ .‬او یا د داخلي کمونستانو د وحشت د ملبو‬
‫علت په شورویانو واچوي او دې ته ورته ډیرې پوښتنې‬
‫پدې هیواد کې د غالمانو له شرم او نامردي څخه پاته دي‪.‬‬

‫بله خوا د شوروي اتحاد کومکونو زمونږ د هیواد په ډیرو‬


‫سیمو کې چه کله په ښکاره کیدلو شول او ورسره د کابل‬
‫په پوهنتون کې د روشنفکرانو او نورو د تحصیل خاوندانو‬
‫په افکارو کې هم د سوسیالیزم په لور یو ژور تمایل ال هم‬
‫ګړندی شو‪ .‬دوی لیدل چه سوسیالیستي افکار او رژیم او‬
‫سوسیالیستي کارونو د شوروي اتحاد له خوا افغانستان‬
‫کې ډیر مثبت څه پریښودل‪ ،‬چه داسې آبادي په لنډ وخت‬
‫کې تر اوسه په افغانستان کې د خپلو افغانانو له خوا د‬
‫‪ ۲۰۰‬کلونو په موده کې لیدل شوې نه وه‪.‬‬
‫‪838 of 1205‬‬

‫او همدغه د سترګو حال وو چه ډیرو افغانانو د‬


‫سوسیالیزم د کتاب د لوستلو په ځای په عمل کې لید‪.‬‬
‫خصوصا َ د سالنګ لویه الره چه په خلکو ئې ډیر مثبت‬
‫تاثیر کړی وو او هره ورځ به د سالنګ په لویه الره موټرې‬
‫او سپرلی تللې‪ .‬ددې عظیم کار څټ ته به ئې د شورویانو‬
‫د سوسیالیزم د نظام‪ ،‬د کار او صداقت رژیم لید‪ .‬او هم‬
‫به ئې د "شبرغان" د ګاز او تیلو څاګانې او ماشینونه‬
‫لیدل‪ .‬نو به د لیدونکو په ذهنونو کې دا پوښتنه پیدا کیدله‬
‫چه که چیرې افغانستان هم همداسې یوه الره ونیسي کوم‬
‫چه شورویانو نیولې ده‪ ،‬آیا لدې الرې به افغانستان له فقر‬
‫او بې تفاوتي او بیسوادي څخه اونه اووځي؟‬
‫د دې پوښتنې د ځواب غږ د ‪ ۱۹۶۰‬میالدي کال په‬
‫لسیزه کې واوریدل شو‪.‬‬

‫***‬
‫‪839 of 1205‬‬

‫د ‪۱۹۶۰‬م کال لسیزه‪:‬‬

‫‪ .۱‬دا لسیزه د دیموکراسي د شعار لسیزه وه‪ ،‬نه د‬


‫دیموکراسي د شعور لسیزه وه‪ .‬بلکه دا د ژور نفاق د پیل‬
‫شوې آفت لسیزه هم وه‪.‬‬
‫‪ .۲‬که جهان په نورو هیوادونو کې د تخنیک او ترقي‬
‫په ژور بدلون کې وو‪ ،‬مګر په افغانستان کې د اکثریت‬
‫اوسیدونکو له جهان او جهانیانو څخه ناخبري او مطلقه‬
‫بیسوادي حکمفرما وه‪ .‬ال سپږو د افغانانو په وجود خولې‬
‫لګولې‪ .‬ال افغانانو په څلورو یا پنځو کلونو کې د نوي یو‬
‫جوړ کالیو توان ندرلود‪ .‬ال زمونږ په هر کور او کلي کې د‬
‫پیریانو د شیشکو کیسې او عقیدې موجودې وې‪ .‬او ال د‬
‫جادو‪ ،‬د کوډو‪ ،‬د تعویذونو‪ ،‬د جماتونو او د مالیانو‬
‫پاچاهي وه‪ .‬د دولت په نوم پاچاهي یوازې په کابل کې د‬
‫یو څاڅکي په شان وه‪ .‬او د دغو تعویذونو‪ ،‬پیریانو‪،‬‬
‫جماتونو په پراخه لویه تیارې کې‪ ،‬پاچاهي له یو واړه‬
‫څاڅکي څخه بل شکل ندرلود‪.‬‬
‫‪840 of 1205‬‬

‫‪ .۳‬د دیموکراسي او د حزب او حزب بازیو غږ بیا هم‬


‫له کابل څخه پاڅید‪ .‬دوی ګمان کاوو چه ټول لور تر لوره‬
‫پروت افغانستان همدا اوړ کابل دی‪ .‬د افغانستان خلک ال‬
‫د "ملت تاریخي مرحلې" ته رسیدلي نه وو‪.‬‬

‫پدې توګه د حزب او حزب بازیو له نیمه قانوني اجازې‬


‫سره د "اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د پاچاهي مرحله د‬
‫دیموکراسي په نوم یادیږي“‪.‬‬
‫که څه هم په هماغه لسیزه او وروسته کلونو کې مختلف‬
‫چپي او اسالم پاله نور حزبونه او سیاسي جریانونه هم په‬
‫ګروپي شکل تنظیم شول‪ ،‬چه په څرګنده یې خپلي حزبي‬
‫برنامې خپرولې او ځینې مظاهرات یې هم کول‪ ،‬لکه د‬
‫”شعل ٌه جاوید‪ ،‬افغان ملت‪ ،‬ستم ملي…“ او نور واړه‬
‫ګروپونه‪ .‬مګر ددې جریانانو رول په تاریخي لحاظ د‬
‫افغانستان په سرنوشت کې نه یوازې چه دومره مهم نه وو‪،‬‬
‫بلکه دوی هم د ورستیو پیښو او د دوو دښمنو متعصبو‬
‫فعالو جریانونو په الس قرباني شول‪ .‬خصوصا ً د شعله‬
‫جاوید ډیر مهم غړي د خلقیانو په واسطه ددوی د اقتدار‬
‫‪841 of 1205‬‬

‫په پیل کې ونیول شول او تري تام شول‪ .‬ځینې نور غړي‬
‫یې د اخوانیانو په الس په مهاجرت کې ووژل شول‪.‬‬

‫په جوړو شوو حزبونو کې دوه مهم تباه کونکي سیاسي‬


‫او حزبي جریانونه له یو او بل سره په نفاق او دښمنۍ‬
‫مخامخ شول‪ .‬چه یو د کمونیزم طرفدار او د ماسکو د‬
‫پیروانو حزب "پرچم او خلق" وو‪ .‬او په مقابل کې یې د‬
‫بین املللي اخوانیزم او ارتجاع حزبونه وو‪.‬‬

‫زمونږ د خلکو د هغې زمانې د ژوند واقعیت دا نه مانه چه‬


‫حزبونه پکې جوړ شي‪ .‬بلکه اصل مطلب دا وو چه یو عادل‬
‫سیستم جوړ شي‪ .‬د خلکو بدترین عذاب د رشوت عذاب‬
‫وو چه باید رشوت ورک شي‪ ،‬نه چه د قامي زړو دښمنیو‬
‫او نفاق تر څنګ‪ ،‬د حزب او حزب بازیو نفاق هم پیدا‬
‫شي‪ .‬یا دا رنګه "هډ ماتونکی نفاق" هغه هم د‬
‫دیموکراسي د پاک نوم په پلمه او یا د دیموکراسي په یو‬
‫عبث هوس پیدا او بیا بیرته هم د دیموکراسي په نوم ومنل‬
‫شي‪ .‬په همدې علت او واقعیت وو چه د ‪۱۹۶۰‬م په لسیزه‬
‫کې د افغانستان د هیواد د وراني او د نابودي تخمونه‬
‫‪842 of 1205‬‬

‫وکرل شول‪ .‬ټول هغه کم زیات چه جوړ شوي او د کلونو په‬


‫اوږدو کې په پوښو دریدلي وو‪ ،‬مګر هغه ټول خصوصا َ په‬
‫کابل کې په حزبي جنګونو نسکور شول‪.‬‬
‫د دا رنګه برخوردونو‪ ،‬او سیاسي مظاهرې ژبې په‬
‫کابل کې د افغانانو د درد دواکونکې ژبې نه وې‪.‬‬

‫د مظاهرو د جریان له یوې خولې څخه به دا غږونه ختل‬


‫چه‪” :‬مرګ به امپریالیزم! در راس امپریالیزم امریکا!“‪ .‬د‬
‫مظاهرو د جریان بلې سیاسي خولې څخه به دا غږونه‬
‫وتل چه‪" :‬اهلل اکبر! مرګ په کمونستانو‪ ،‬مرګ په کمونیزم“‪.‬‬
‫نه د افغان او افغانستان نوم پدې شعارونو کې وو نه‬
‫امپریالیزم‪ ،‬کمونیزم او اهلل اکبر د افغان اولس درد او یا‬
‫دوا وو‪.‬‬
‫ددې رنګه شعارونو څټ ته پراته علتونه هم داخلي او هم د‬
‫ساړه جنګ خارجي علتونه وو‪ .‬پدې مانا چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬جهان د علمي او تخنیکي پوهې او نوو کشفیاتو په لویه‬
‫ساحه کې له هر علمي مسلک څخه د ترقي ګامونه‬
‫آخستل‪ .‬ددې رنګه پیشرفت او معاصر مثبت جهاني بدلون‬
‫‪843 of 1205‬‬

‫غږونه په افغانستان کې خامخا د رادیو او کتابونو له الرې‬


‫هغو کسانو آوریدل چه دوی تحصیل درلود‪ .‬او چه ځینې‬
‫خارجي ژبې ئې هم زده وې‪ .‬او واقعا َ چه که ډیر نه وو‬
‫مګر ځینو وطندوستانو او د وطن په وړاندې د مسئولیت‬
‫احساس لرونکو روشنفکرانو نور منلی نشوای چه خلک ئې‬
‫د کوډو‪ ،‬د تعویذونو‪ ،‬د مالیانو‪ ،‬د جماتونو‪ ،‬د فقر او د‬
‫سپږو اسیران پاته وي‪ .‬داسې له جهانه ناخبره له خپل‬
‫وطن څخه ناخبره به تر څو په بیسوادي او تیارو او جهالت‬
‫کې پاته وي؟ که داسې پاک ضمیره مګر کم کسان موجود‬
‫هم وو‪ ،‬مګر بیا هم یو تالش ورسره موجود وو‪ .‬دوی د‬
‫‪ ۱۹۶۰‬لسیزې څخه پخوا کلونو کې هم غوښتل چه یو څه‬
‫وشي‪ ،‬ځکه چه نور د محدود شاهي خاندان د واکمنی‪ ،‬د‬
‫بې تفاوتي او د بې مسئولیتي وخت د نوي جهان په‬
‫وړاندې بیخي زوړ شوی وو‪ .‬یو بدلون حتمی وو چه باید‬
‫دا د شاهي واکمني د انحصار ډنډ وبهیږي‪ .‬مګر څرنګه؟‬
‫آیا کودتا؟ او که نه حزبي تشکل؟‬
‫که دا د کودتا تالش وو او که د حزبي پراخه تشکل د‬
‫بنیاد د ایښودلو په ضرورت خبرې وې‪ ،‬مګر یو واقعیت‬
‫‪844 of 1205‬‬

‫موجود وو چه هغه د "بدلون تنده" وه‪ .‬دا تنده د ‪ ۱۹۶۰‬کال‬


‫د لسیزې بل تاریخي خصوصیت وو‪ .‬چه ددې بدلون د‬
‫غوښتلو تیت پرک غږونه د "قامي ځینو غونډو" په خوځیدا‬
‫او حرکت آووښتی وو‪ .‬آن تر دې چه په "ګریالئي"‬
‫تاکتیکونو هم خبرې کیدلې او د شاهي خاندان په شمول‬
‫د اعلحضرت او د هغه د آکا زوی د قوای مرکز د‬
‫قوماندان "سردار عبدالولي‪ ،‬د مارشال شاولي خان" زوی‬
‫او ځینې نور لوړ رتبه کسانو تیرور هم پکې شامل وو‪.‬‬
‫دا غږونه کرار کرار د اعلحضرت محمد ظاهرخان‬
‫غوږونو ته هم رسیدل‪.‬‬
‫نوموړی پاچا نرم خویه زړه درلود چه خپل پوځي‬
‫تحصیالت ئې په فرانسه کې سرته رسولي وو‪ .‬مګر په‬
‫فرانسه کې ئې له پوځي درسونو زیات د فرانسې د انقالب‬
‫د افکارو‪ ،‬د مشهورو متفکرینو له جملې څخه د "ژان ژاک‬
‫روسو" او خصوصا َ د "ولتیر" نظریات زیات مطالعه کړي‬
‫وو‪ .‬ورسره د اعلحضرت ظاهر خان د شاهي کورنۍ په‬
‫دننه کې ژور نفاق خصوصا َ د سردار محمد داود خان او‬
‫د سردار عبدالولي تر منځه موجود وو‪ .‬د شاه له یاده وتلي‬
‫‪845 of 1205‬‬

‫نه وو چه پالر ئې ”اعلحضرت محمد نادر خان" د ارګ‬


‫دننه د نوموړي تر مخ چه ځوان شهزاده وو په تپانچه‬
‫وویشتل شو او وژل شوی وو‪ .‬برعالوه د اعلحضرت محمد‬
‫نادر خان ورور "سردار عبدالعزیز خان د سردار محمد‬
‫داود خان پالر" هم چه په "برلین" کې سفیر وو‪ ،‬همالته د‬
‫سفارت په دننه کې یو افغان وژلی وو‪ .‬دادی چه اوس‬
‫"‪ ۱۹۶۰‬لسیزه" بیا د یو پاڅون او یا د یوې بدې پیښې‬
‫نښې لور تر لوره په ښکاره کیدو شوې وې‪ .‬جهان هم تغیر‬
‫کړی وو‪ .‬بل دا چه د "سوړ جنګ" تبلیغ په ټول شدت د‬
‫خوځیدا شرطونه برابر کړي وو‪.‬‬
‫آیا څه په کار وو؟‬
‫دا غږ له شاهي واکمني څخه پاڅید‪ ،‬چه دا غږ د‬
‫احزابو قانون وو‪ .‬مګر اصلي موضوع داده چه دننه په‬
‫کابل کې د "پرچم او خلق" ګوندونه او د هغوی په مقابل‬
‫کې د اخوانیزم سیاسي مقابله‪ ،‬او بیا له پرچم او خلق‬
‫څخه یوه عمومي کرکه آیا څرنګه د شورویانو په ضد‬
‫عمومي شکل ونیوو؟ ځکه چه شورویان په افغانستان کې‬
‫د کړو کارونو په علت بیرته په افغانانو کې د "ماماخیالنو"‬
‫‪846 of 1205‬‬

‫خواږه مقام ته رسولي وو‪ ،‬او کله چه دننه په افغانستان‬


‫کې د کمونست ګوندونه "پرچم او خلق" جوړ شول‪ ،‬نو دا‬
‫مقام ولې په نړیدلو شول؟‬
‫یو علت ئې دا وو چه د پرچم او خلق ګوند رهبران‪،‬‬
‫لکه څرنګه چه بیا وروسته وروسته کلونو کې ښکاره شول‬
‫اکثرا َ د ګوند له جوړیدو څخه ال پخوا په ماسکو تړلي‬
‫کسان وو‪ .‬چه حتی په ډیرو پټو اړیکو په کابل کې د‬
‫شوروي اتحاد له سفارت سره او دوی ته د مالي مرستو په‬
‫ورکولو په ارتباط کې تورونه پرې لګیدل‪.‬‬
‫دوهم علت او مهم علت دا وو چه د پرچم او د خلق د‬
‫ګوند ناخبره غړي د مارکسیزم د تیوري له مطالعې څخه د‬
‫خپلو رهبرانو له خوا ناخبره روزل کیدل‪ .‬که نه خو کمونیزم‪،‬‬
‫امپریالیزم‪ ،‬کاپیتالیزم او بورژوازي چیرې او افغانستان‬
‫چیرې؟ پخپله د مارکسیزم تیوري د همدې واقعیت ګویا وو‬
‫چه د افغانستان د ژوند عمومي ټول حاالت او اړخونه د‬
‫مارکسیزم د الرې او د مزله او له منزل څخه ډیر ډیر لیرې‬
‫وو‪ .‬نو خپلو غړو ته به ئې د تبلیغ مجلې ورکولې چه له‬
‫عکسونو ډک وو‪ .‬هلته لیدل کیدل چه یوه لویه فابریکه‬
‫‪847 of 1205‬‬

‫جوړیږي‪ ،‬بله خوا کارګران خپلو خپلو کارونو ته رهي دي‪.‬‬


‫ها خوا نیمه لوڅې نجونې او تکړه او تازه ځوانان په لویو‬
‫درس خانو کې یو ځای په ګډه درسونه وائي‪ ،‬او نور او‬
‫نور جالبه عسکونه‪ .‬بالخره په افغاني ځوانانو کې اصل‬
‫دښمن یوې خوا ته پاته شو او په ځای ئې خبره په دین او‬
‫مذهب وتړل شوله پدې مانا وه چه‪:‬‬
‫”ځانته کمونست او روشنفکر او مترقي ویونکي‬
‫پرچمي او یا خلقي عناصر"د پرچم د حزب او د خلق د‬
‫حزب غړو" پدې دلیل په فخر د نورو په مخکې ځانونه‬
‫ښکاره کول چه دوی دادی روژه نه نیسي‪ ،‬نو مترقي دي‪.‬‬
‫ملونځ نکوي ګویا مترقي دي ‪ . ...‬مګر د ټولو نورو تر مخ د‬
‫دوی د روژه خوړلو کار ددوی په بیدیني داللت او د‬
‫مالیانو له خوا فتوا او د خلکو له خوا لدوی څخه کرکه د‬
‫کمونیزم له نوم څخه هم د بیدیني کرکه وه‪ .‬دا پخپله د‬
‫اخوانیزم الس ته د تبلیغ د امکان برابرولو ضمینه او‬
‫شرطونه هم وو‪ .‬آن تر دې چه مخکې له هغه چه مقابل‬
‫ځوان په یو مجلس کې د بل چا له خوا معرفي شي‪ ،‬بلکه‬
‫په ځای ئې خپل ځان بې له خپل نوم او تحصیل نه پدې‬
‫‪848 of 1205‬‬

‫خبرې نورو ته پیژانده چه "خدای نشته“‪ .‬ناخبره لدې چه‬


‫له کمونست کیدو څخه ئې بالخره منظور او مطلب څه وو؟‬
‫آیا دې ځوانانو چه ځانو ته روشنفکران ویل او دې رنګه‬
‫کسانو چه خپلو ځانو ته ئې مترقي ویل‪ ،‬آیا جنګ ئې له‬
‫خدای سره وو؟ داسې یو جنګ د وطن له آبادي سره او له‬
‫یو مترقي بدلون سره څه اړیکې درلودلې؟‬
‫دا پوښتنه کوم منطقي ځواب نلري‪ .‬دا ځکه چه په‬
‫افغانستان کې خپله اسالم چه افغانانو ته دین وو‪ ،‬مګر‬
‫پخپله اسالم خدائی دین نه وو‪ .‬همداسې څومره چه جهاد‬
‫د افغانانو د منطق او د ژوند نه وو‪ ،‬ورسره په افغانستان‬
‫کې کمونیزم هم له منطقه وتلی د افغانانو د ژوند د حقیقت‬
‫نه وو او د منطق ریښې ئې ندرلودلې‪ .‬په نتیجه کې په‬
‫افغانستان کې هر څه په دوو شییو والړ وو‪:‬‬
‫یو‪ :‬افراط‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬انتقام‪.‬‬
‫‪849 of 1205‬‬

‫مالیانو په پیړیو د کلیو په اذهانو حکومت کړی وو او په‬


‫پیړیو ئې له خرافاتو او تیارو څخه بل څه نه ژوند ته او نه‬
‫وطن ته ورکړي وو‪ .‬دادی چه اوس په ابتدائي ترین شکل‬
‫په مکتب کې د "بیولوژي د فزیک او ورپسې کرار کرار د‬
‫طب د علم" درسونه لوستل کیدل‪ .‬دا ټول هغه درسونه وو‬
‫چه نور ئې تعویذ او جادو او په نتیجه کې د مال او جمات‬
‫حکومت نه مانه‪ .‬مالیانو په پیړیو د اسالم د دین له ژبې‬
‫څخه ویلي وو چه "دنیا سمه تبۍ ده او داسې تبۍ د‬
‫غوائي په څهره کې یوې فرشتې په خپلو ښکرو نیولې ده‪.‬‬
‫او کله نا کله چه دا غوائی ستومانه شي او کله چه ځمکه‬
‫له خپل یوه ښکر څخه بل ښکر ته انتقالوي‪ ،‬نو زلزله ترې‬
‫پیدا شي‪ .‬همدغو مالیانو د اسالم د دین له کتابونو څخه‬
‫په جماتونو کې خلکو ته په پیړیو ویلي وو چه‪" :‬په آسمانو‬
‫کې چه کله د تلندې غږ شي‪ ،‬دا یوه فرشته ده چه ډیره‬
‫وړه ده‪ ،‬لکه د انسان د الس خچه ګوته‪ .‬دومره وړه ده‪ ،‬مګر‬
‫خدایتعالی غټ د تلندې آواز ورکړی دی‪ .‬او چه کله د‬
‫خدای امر ورته وشي نو وریځې د اور په قمچینه وهي او‬
‫باران کیږي‪ .‬باران له وریځو پاس له آسمان څخه لکه رود‬
‫‪850 of 1205‬‬

‫داسې کوز په وریځو لویږي‪ ،‬مګر په وریځو کې مالیکې‬


‫ناستې وي او هره مالیکه یو یو څاڅکی باران او یا واوره‬
‫کوز ځمکې ته راکوزوي‪ .‬او تر هغه وخته پورې چه پاس په‬
‫وریځو کې ناستې فرشتې او مالیکې له آسمان څخه د‬
‫راکوز شوي رود اوبه غلبیل کې غلبیلوي…“‪.‬‬
‫حال دا چه په مکتبونو کې د مکتب معلمانو به ویل چه‬
‫ځمکه آواره تبۍ نده‪ ،‬بلکه کُروي ده او هم په خپل محور‬
‫ګرځي‪ .‬چه شپه او ورځ ترې پیدا کیږي او هم د ملر له‬
‫شاوخوا څخه په کال کې یو ځل تاویږي‪ ،‬چه موسمونه‬
‫بدلیږي او هم د یو کال اندازه معلومیږي‪.‬‬
‫مګر دا رنګه خبرې مالیانو ته له هغه وخته د کفر‬
‫خبرې وې کوم چه مکتبونه په افغانستان کې پیدا شوي‬
‫وو‪ .‬مالیانو به په قهر او په پیغور د مکتب هلکانو ته ویل‬
‫چه‪" :‬ځمکه که کروي وي او تاسې دا هم وایاست چه په‬
‫خپل محور تاویږي‪ ،‬نو ای کافرانو! ووایاست چه مونږ ولې‬
‫کوز له ځمکې نه لویږو؟ ولې سر په څیړۍ نه کیږو؟ …"‪.‬‬
‫د طب هلکانو به ویل چه "میرګي" ته په طب کې‬
‫”ایپلپسي“وائي‪ ،‬چه یو عصبي مرض دی‪ ،‬مګر مالیانو به‬
‫‪851 of 1205‬‬

‫له قهر څخه ملړی توبې ویستلې او بیا به ئې الحول واهلل‬


‫ویل‪ .‬ویل به ئې چه "تاسې مکتبیان د خدای پاک کتاب‬
‫قرآن څخه هم انکار کړی دی‪ .‬خدای تعالی په خپل مبارک‬
‫جن" څخه آیت ذکر کړی دی‪ .‬او‬ ‫"انس او ِ‬ ‫کتاب کې له ِ‬
‫تاسې پیریان نه من” او "ایپلپسي" نوم ورکوئ‪ .‬دا‬
‫مکتبونه د تاسې عقیده خرابوي“‪.‬‬
‫خو کله چه طب مخکې روان وو او ځینې معاینه‬
‫خانې هم په کابل کې کرار کرار پیدا شولې‪ ،‬ځینو د‬
‫تعویذونو په ځای له ډاکترانو څخه دواګانې آخستلې‪ .‬نو‬
‫پدې توګه د ژوند تله د طب په لور کږه شوې وه‪ .‬دې کار‬
‫یوې خوا ته په افغانستان کې یو لوی اکثریت "مالیان او‬
‫جماتونه" بله خوا یو اوړ اقلیت "روشنفکران او مکتبونه“‪ ،‬ال‬
‫د کمونیزم له افکارو څخه ډیر پخوا سره ویشلي وو‪ .‬مګر د‬
‫کمونیزم د افکارو او بیا د پرچم او خلق ګوندونو په‬
‫جوړیدو د برخورد لوړې څوکې ته په دښمنیو واووښتل‪.‬‬

‫فرق او مشکل دا وو چه په افغانستان کې وطندوسته او‬


‫پوه کسان چه په کم شمیر وو‪ ،‬غیرمنظم او بې تشکیله وو‪.‬‬
‫‪852 of 1205‬‬

‫نو همدا پاکدله کسان د پرچم او د خلق حزبونو ته ور‬


‫ننوتل‪ ،‬چه د کافي تجربو نه وو او د حزب په رهبرانو‬
‫وغولیدل‪ .‬مګر پدوی کې اصالَ د ماسکو د کمونیزم د‬
‫پیروي او د غالمي تالش او تمایل وجود ندرلود‪ .‬یوازې‬
‫پدې هیله وو چه که چیرې یو مثبت بدلون د وطن په ګټه‬
‫راشي‪ .‬کله چه په ”پرچم او په خلق ګوند“ کې د اخوانیزم‬
‫په ضد په یو افراطي انتقام نښې ښکاره شولې‪ ،‬نور نو‬
‫خبره معلومه وه چه نه پکې د کمونیزم آرمان موجود وو او‬
‫نه پکې د وطن غم وو‪ .‬بلکه دا د افغانانو خپل خصلت وو‪.‬‬
‫پدې مانا چه هر افغان چه په خپل مټ کې زور لید او دا‬
‫آرمان ئې پوره کیده چه د خپل قام یا د خپل مسلک او یا‬
‫حتی په خپل فامیل کې د خپل فامیل مخالف او یا هم د‬
‫خپل سیاسي رقیب او دښمن وځبلی شي‪ .‬نو د افغان په‬
‫جیب کې زر او په مټ کې زور ملړی په همدې الره پکار‬
‫لویدلي دي‪ .‬چه څرنګه خپل رقیب له پوښو او له ژوند څخه‬
‫وغورځوي‪ .‬یا ئې څرنګه شهرت‪ ،‬قدرت او یا ثروت په‬
‫نصیب شي؟‬
‫‪853 of 1205‬‬

‫مخکې له هغه چه په کابل کې کمونستي کودتا وشي‬


‫نو په کلیو کې ډیر ځله د پرچم او د خلق کمونستي ګوند‬
‫غړو به چه کله د خلکو تر مخ روژه خوړله او د اسالم نور‬
‫فرایض به ئې ردول‪ ،‬نو نتیجه به دا شوله چه د کلي مال او‬
‫د کلي د خلکو په کومک او په تائید هماغه پرچمی یا‬
‫خلقی به ئې چپه په خره سپور کړ‪ ،‬او ډیر توهینونه به ئې‬
‫ورواړول‪ .‬خصوصا َ چه هغه سیمه به د پښتنو سیمه وه‪ .‬نو‬
‫دا رنګه بدنامي به د هغه ځوان په زړه کې چه ئې توهین‬
‫لیدلی وو لکه د خنجر زخم پاته وو‪ .‬دا رنګه برخوردونه هغه‬
‫وخت زیات شول چه کله د ‪۱۹۶۰‬م کال په لسیزه کې‬
‫حزبونه جوړ شول‪ .‬نو هر حزبي د خپل حزب په پلوی‬
‫خبرې هم کولې چه پکې د کمونیزم او یا د سوسیالیزم‬
‫ښکاره بحثونه‪ ،‬ناندرۍ‪ .‬تبلیغونه او مظاهرې هم هر څه په‬
‫لوڅ شکل د مقابل رقیب اخواني احزابو تر منځه د‬
‫عصیان په اور آووښتي وو‪ .‬چه یوه دردناکه حادثه د‬
‫لغمان په والیت کې ترسره شوله او موضوع د یو ځوان‬
‫پرچمي د روژې خوړلو موضوع وه‪ .‬د هغه ځای د اخواني‬
‫احزابو غړو او مالیانو دا ځوان تعقیب کړ پداسې حال کې‬
‫‪854 of 1205‬‬

‫چه له ارتجاعي کسانو سره چړې وې‪ ،‬هغه کمونست ځوان‬


‫په منډه په مخکې او اخوانیان له تورو ګیرو سره په غضب‬
‫ناکو نارو او د "اهلل اکبر" په چیغو ورپسې شوي وو‪ .‬دا‬
‫ځوانکي د هغه ځای د اولسوالي دولتي او امنیتي مرجع‬
‫ته په پناه غوښتلو چه کله په منډه منډه ورسید او له‬
‫اولسوالي څخه د دولت امنیتي مامورین هم تماشې ته‬
‫راووتل‪ .‬لیدل ئې چه په یو ځوان پسې څو مالیان چړې په‬
‫الس د وژلو په قصد منډې وهي‪ .‬مګر هیچا ئې مخه ونه‬
‫نیوله او ځوانکی پاس د دولتي عمارت بام ته وخوت‪ .‬مګر‬
‫قاتالن ورپسې ورورسیدل او څو دقیقې وروسته له بام‬
‫څخه پریشوی سر الندې راولوید‪ .‬او بیا مالیان هم راکوز‬
‫شول او ټولو د جهاد په قانون خپلې سترګې تورې کړلې‬
‫او د جهاد دوه رکعته ملونځونه ئې وکړل‪ .‬او بیا ئې روژه‬
‫هم د کړي جهاد او د شریعت د احکامو له مخې مخکې له‬
‫روژه ماتي ماته کړه‪ ،‬ځکه چه یو روژه خور کمونست‬
‫پرچمی ئې وژلی وو‪.‬‬
‫‪855 of 1205‬‬

‫نور نو د دیموکراسي د پرنسیب له مخې په افغانستان‬


‫کې د حزبي دښمنیو بنیاد کیښودل شوی وو‪ .‬چه د هر‬
‫حزب آخرینی مطلب زورګوئي او د زورنمائي افراطي‬
‫شکل وو‪ .‬داسې د نفاق ژورې کندې ترې پاته شولې چه د‬
‫حزب او د حزب بازیو‪ ،‬د دښمنۍ او انتقام خواهییو په‬
‫بدترین مرض د هر قام او د هر فامیل دننه هر غړی دچار‬
‫شول‪ .‬په نتیجه کې ددې هیواد اوسیدونکي یو او بل ته‬
‫حزبي دښمنان جوړ شوي وو‪ .‬او د حزبي او تنظیمي‬
‫نفاق مرض پدې خلکو لګیدلی وو‪.‬‬

‫او کله چه بیا د کودتا له الرې د پرچم او خلق ګوند د‬


‫انتقام د اخستلو مټ او قوت وموند‪ ،‬نو وژنې پیل شوې‪.‬‬
‫یو اوړ مثال ئې د بر کنړ د "ننګالم" په نوم د یوې‬
‫اولسوالي د ملبه شوو کورونو داستان دی چه ما پخپله په‬
‫کال ‪ ۱۳۵۸‬کې ولیدل‪ .‬چه د ننګالم د کلي کورونه ټول لر‬
‫او بر په غونډۍ پاس او الندې هر څه هر څه له شنو ونو‬
‫پاڼو‪ ،‬دکانونو سره یو ځای ملبه شوي وو او خورې ورې‬
‫کنډوالې پرتې وې‪ .‬علت ئې یو کال مخکې چه کله‬
‫‪856 of 1205‬‬

‫کمونستي کودتا وشوه‪ ،‬نو د کودتا افسران اکثره د "خلق‬


‫کمونست ګوند" غړي وو‪ .‬دوی له کودتا نه وروسته په‬
‫اقتدار کې هم د پرچم غړو ته نغوښتل چه ځای ورکړي‪ .‬په‬
‫دوو دلیلونو‪ ،‬یو دا چه د پرچم اکثره غړي په جمهوریت کې‬
‫د محمد داود خان له خوا په مهمو چوکیو تعین شوي وو‪،‬‬
‫چه ئې د خلقیانو جاسوسي هم محمد داود خان ته کوله‪.‬‬
‫دوهم دا چه د کودتا هم فیصله‪ ،‬هم اورګانایز او هم عمل‬
‫خلقي پوځیانو سرته رسولی عمل وو‪ .‬نو د خپل اقتدار په‬
‫ساحه کې ئې اکثره خپل "خلقي غړي" مقرر کړل‪ .‬چه یو‬
‫کمونست خلقی هم د ننګالم په اولسوالي کې ددوی‬
‫پخوانی غړی یو معلم وو‪ ،‬چه بیا په تیرو کلونو کې د روژه‬
‫خوړلو په جرم د ننګالم د اولسوالي مربوط کلي‬
‫اوسیدونکی یو مال همدا معلم مجازات کړی وو او په خره‬
‫ئې چپه سپور کړی وو‪ .‬د اسالمي شریعت د قانون له‬
‫مخې ئې مخ هم په سکرو ورتور کړی وو او د خره لکۍ‬
‫ئې په خوله کې ورکړې وه‪ .‬د کلي په کورونو ئې ګرځولی‬
‫وو‪ ،‬نپوهیږم چه څو ُدرې ئې هم وهلی وو‪.‬‬
‫‪857 of 1205‬‬

‫نو چه کله خلقیان قدرت ته ورسیدل‪ ،‬له مرکز نه هماغه د‬


‫ننګالم د اولسوالي معلم د ننګالم هم اولسوال مقرر کړل‬
‫شو‪ ،‬او هم د کلي د ټولو اوسیدونکو د ژوند او مرګ واک‬
‫ئې د نوموړي ”انقالبي" معلم الس ته وسپاره‪ .‬دې معلم‬
‫ملړنی کار چه وکړ هغه دا وو چه د تیلو موټرې ئې د ټول‬
‫کلي د کورونو مخې ته ودرول او امر ئې وکړ چه باید په‬
‫ټولو کورونو خصوصا َ ملړی د هغه مال په کور وشیندل‬
‫شي‪ ،‬کوم چه هغه مال په خره سپور کړی وو‪ .‬پدې رنګه‬
‫عمل ئې الس د څومره ژور انتقام او کین په تیارو او بیا د‬
‫اور په ملبو ککړ شو‪ .‬داسې چه په تیل ککړ شوو کورونو‬
‫ئې چه کله له لیرې فیر وکړ‪ ،‬نور نو دا پراخه لور تر لوره‬
‫کورونه او ټول کلی لکه جهنم یوه سره ملبه شوه چه خپله‬
‫اولسوال ئې له مقابل غونډۍ نه په ذوق تماشا کوله‪ .‬ماته‬
‫ئې کیسه وکړه چه‪" :‬په کورونو کې مالونه‪ ،‬چرګان‪ ،‬د اوړو‬
‫کندوانو‪ ،‬او د ژوند ټول هر څه په اور کې پاته شول او له‬
‫منځه والړل‪ .‬د کلي اوسیدونکو پاسو غرونو ته په پناه وړلو‬
‫او په تیښته شول‪ .‬او له ډیره ډاره او له ډیرې وارخطائي‬
‫څخه ځینو حامله دارو ښځو اوالدونه وغورځول‪.‬‬
‫‪858 of 1205‬‬

‫دا کمونیزم نه وو‪ ،‬بلکه دا مونږ وو‪ ،‬چه اخوانیزم هم په‬


‫مونږ کې "مونږ" وو‪ .‬که ال مخکې له هغه چه زمونږ هیواد‬
‫ته د کمونیزم افکار راشي او که په مونږ کې مالیان ال‬
‫سیاسي شوي هم نه وو‪ ،‬مونږ "خصوصا َ پښتانه" یو بل ته‬
‫د مرګ الرې نیولې‪ ،‬نه مو په کور کې آرام درلود او نه هم‬
‫په خپلو سیمو کې آرام او آزاد ګرزیدلی شوالی‪ .‬الکن فرق‬
‫دومره پکې وو چه د حزب او د مختلفو تنظیمونو له‬
‫جوړیدلو سره بیرته په مونږ کې زمونږ د یو او بل په ضد‬
‫پخوانی دښمنیو او د انتقام او کین په سر پراته پټوکي‬
‫وچودل او زمونږ ”اصلي څهره" میدان ته ووتله‪ .‬چه یا په‬
‫کمونیزم او یا په اخوانیزم وتړل شول‪ ،‬خو دا یاد شوي‬
‫افغانان بل څوک نه وو‪ .‬تش که نومونه وو نو یوازې د‬
‫احزابو نومونه وو‪ ،‬مګر افغانان هماغه وو چه وو‪ .‬لکه‬
‫څرنګه چه بیا د اخوانیزم الس ته وسلې او پیسې او همدا‬
‫د انتقام آخستلو فرصت د جهاد په کلونو کې ورغی‪ ،‬نو په‬
‫افغانستان کې په تیرو کلونو کې جوړ شوي خال خال‬
‫مکتبونه به په ملړي ځل د مجاهدینو د راکټونو هدف‬
‫وګرزید‪ .‬ملړی ئې همدا د مکتبونو دیوالونه او خونې په‬
‫‪859 of 1205‬‬

‫راکټونو وویشتل او له مکتبونو څخه ئې کنډوالې جوړې‬


‫کړلې او اورونه ئې ورواچول وئې سوزول‪ .‬هم به ئې د‬
‫"مکتبي او د روشنفکر“ په نوم د بیدین کمونست په تور او‬
‫تهمت خپل افغانان وژل‪ .‬حتی ډیر بیګناه هغه ځوانان چه‬
‫پاکستان ته آووښتل او د کابل د جاسوسي تشکیالت له‬
‫ډار او له تعقیب څخه پیښور ته تښتیدل‪ ،‬مګر همدغو‬
‫اسالمي احزابو په لومو کې به چه ولویدل‪ ،‬نو به ئې په‬
‫هغو راکټونو وتړل کوم چه هغه راکټونه به ئې په کابل‬
‫ورویشتل‪ ،‬پدې تهمت چه دا ځوانان د کابل د کمونستانو‬
‫جاسوسان دي‪ .‬یا هم مکتبي او بیدینه کمونستان دي‪ .‬دا‬
‫جنایتونه د "اتحاد اسالمي د حزب" مشر“ د پغمان‬
‫اوسیدونکی پښتون عبدالرب الرسول سیاف" وکړل‪ .‬بل‬
‫حزب "حزب اسالمي" وو چه رهبر ئې بیا هم پښتون وو او‬
‫"ګلبدین حکمت یار" نومیده‪ .‬په خټه ”خروټی“ وو او دې‬
‫رهبر ځینې ځوانان په پیښور کې زیندۍ کړل چه یو‬
‫دردناکه بل داستان لري پدې مانا چه‪” :‬په یوه خونه کې‬
‫زنداني شوو مکتبي او یا خصوصا َ د کابل پاک پوشه‬
‫ځوانانو خونې ته به هره ورځ د ګلبدین جالدان چه کله په‬
‫‪860 of 1205‬‬

‫السونو کې د نیلون له رشمو سره په تلو کې ولیدل شول‪،‬‬


‫نو دا کار لیدونکو ته بیخي عادت ګرزیدلی وو‪ .‬پوهیدل چه‬
‫د یو څو نفرو ځوانانو اورمیګونه بیا هم د رشمو په وسیله‬
‫ماتیږي‪ .‬نو به له هغې خونې څخه درۍ‪ -‬څلور مړي په‬
‫شړیو کې پیچل شوي راوویستل شول‪ .‬پدې جنایتونو هم‬
‫افغانان او هم پاکستانیان خبر دي چه د پیښور په نژدې‬
‫سیمه کې یو اوړ شانته سین وو چه بیا بالخره د وژل شوو‬
‫بیګناه افغانان جسدونو څخه ډک شو‪ .‬اوبه ئې حتی بندې‬
‫شولې چه پدې کار بذات د هغه وخت د پاکستان پوځي‬
‫واکمن "ضیا الحق" هم خبر شو‪.‬‬

‫‪ .۱‬پدغو جنګونو کې د هر افغان الس یا مستقیما َ او یا په‬


‫غیر مستقیمه توګه‪ ،‬په جنایتونو کې شریک شول‪ .‬د‬
‫جرمونو د ګناوو تورې تیارې د افغانستان د ټول هیواد په‬
‫کاڼو‪ ،‬په ډاګونو‪ ،‬په دښتو‪ ،‬او په لویشت لویشت ځمکې‬
‫پریوتلې‪.‬‬
‫‪ .۲‬پدغو جنګونو کې تقریبا ً هر افغان په یو حزب تړل‬
‫شوی وو‪ .‬افغانان حزبیان شوي وو او د هر حزب الس د‬
‫جنایتونو په وینو ککړ شوی وو‪.‬‬
‫‪861 of 1205‬‬

‫‪ .۳‬د هر حزب د هر غړي السونه غال‪ ،‬چور او د وطن‬


‫وراني ته آزاد او بې له قانوني تعقیب او پوښتنې څخه‬
‫پریښودل شوي وو‪ .‬ټولې الرې نیول شوې وې‪ .‬هره خوا‬
‫حزبي غلو او غدیو په کمین کې له وسلو سره ناست وو‪.‬‬
‫‪ .۴‬هغه پروني دوه وروڼه‪ ،‬هغه پروني همسایګان‪ ،‬هغه‬
‫پروني دوستان ټول بدل شوي وو‪ .‬ټول په حزبونو‬
‫تړل شوي وو‪ .‬یو او بل ته دښمنان شوي وو‪.‬‬
‫د دوی تر منځه دیوالونه جوړشوي وو چه په رڼو پرونیو‬
‫سترګو به ئې چه یو او بل ته کتل‪ ،‬مګر په رڼو سترګو به‬
‫ئې یو او بل ته پردي پردي او دښمن دښمن کتل‪ .‬اصل‬
‫درد همدا وو‪.‬‬
‫تا به چه پیژاند چه ستا هغه پرونی د کلونو کلونو‬
‫دوست دی او غږ به د پرې وکړ‪ ،‬مګر یا به ئې ځواب نه‬
‫درکاوو او یا به ئې حتی لکه یو دښمن په سړو سترګو‬
‫درته وکتل چه وسلې به ئې په اوګو وې‪.‬‬
‫حتی بله دردناکه موضوع دا وه چه ظاهري څهرې هم‬
‫بدلې شوې وې‪ .‬ټول مخونه په اوږدو خیرنو ګیرو پټ شوي‬
‫وو‪ .‬کالي هم بدل شوي وو‪ ،‬اوږده اوږده خیرن خیرن‬
‫‪862 of 1205‬‬

‫کمیسونه‪ ،‬سترګې له بې خوبیو ډکې‪ .‬سترګې د وژلو او د‬


‫ځان ساتلو په څار او په ځیرکي‪ .‬سترګې له ستومانیو او‬
‫نورو ته د الرو په نیولو په یو ژور تغیر په یو ژور غضب‬
‫آووښتې وې‪ .‬نور د افغان په نوم په انسان کې تش په‬
‫وجود او جسم یو انسان لیدل کیده‪ ،‬مګر د همدې جسما َ‬
‫انسان افغان سترګې د یو ځانور سترګې وې‪ ،‬نارحمه او‬
‫د جنایت سترګې‪ .‬او په سلو کې له ‪ ۵۰‬فیصده زیاتو‬
‫مجاهدینو چرس څکول‪ .‬چه د خپلو خپلو اسالمي احزابو‬
‫له خوا رسما َ لکه ډوډۍ لکه ماشیندارو ته د کالتوس‬
‫استحقاق‪ ،‬چرس مقرر کړل شوي وو‪ .‬په سلو کې له ‪۵۰‬‬
‫زیاتو مجاهدینو د جهاد په سنګرونو کې د لواط لپاره‬
‫هلکان ساتل‪.‬‬
‫زموږ هیواد کې د ‪۱۹۵۰‬م لسیزې د بربادۍ د‬
‫لسیزه کې ریښې وکړې او د ‪ ۱۹۶۰‬علتونو تخمونو په‬
‫‪ ۱۹۷۰‬په لسیزه کې په چاودلو شول‪.‬‬
‫زمونږ د افغانانو د دننه جهان په مخ پراته غولونکي‬
‫نقابونه هم یو یو په لویدلو شول او ګام په ګام په هره‬
‫ورانونکې خوځیدا کې زمونږ اصلي څهرې میدان ته‬
‫‪863 of 1205‬‬

‫لوڅې ووتلې‪ ،‬چه له یوې مرحلې نه بلې مرحلې ته په‬


‫تیریدلو کې ال او ال ډیرې کرغیړنې وې‪ .‬دا مرحلې یو په‬
‫بل پسې بې له کومې فاصلې راغلې او لکه د یو واحد‬
‫"خبیث روح" په یو او بل ننوتي څو مخونه وو او څو ژبې‪:‬‬

‫‪ .۱‬د سردار محمد داود خان له عوام فریبه ژبې څخه‬


‫جوړ شوی د "جمهوریت نقاب“‪ ،‬مګر د نوموړي د کلونو‬
‫پخوانۍ د سلطنتي شاهي کورنۍ دننه د واکمني د‬
‫غوښتنې پټ آرمان‪ .‬خصوصا َ چه دا متکبر انسان په کال‬
‫"‪ "۱۹۶۴‬کې د اعلحضرت محمد ظاهر خان له خوا د‬
‫صدارت له مقام څخه لیرې کړل شو او لس کاله بې نومه‬
‫بې نشانه په خپل کور کې ناست وو‪ .‬لس کاله ئې د کودتا‬
‫پالنونه سنجول‪ .‬دې سړي ته له شهزاده توب نه ځان له‬
‫نورو شاهي فامیل غړو څخه "ډیر مهم" او له نورو څخه‬
‫”لوړ“ ښکاره کیده‪ ،‬چه له ډیر غرور څخه په "سردار‬
‫دیوانه“ ئې شهرت موندلی وو‪ .‬دا ده ته د منلو خبره نه وه‬
‫چه په کور کې بې له شهرت څخه له یاده وتلی پاته شي‪ .‬د‬
‫تقاعد تر مودې پورې ئې په لوړو رتبو او چوکیو کار کړی‬
‫‪864 of 1205‬‬

‫وو‪ .‬کله چه د ټولې مشرقي د سیمې "ننګرهار‪ ،‬کنړ او‬


‫لغمان“ د تنظیمه رئیس وو‪ ،‬نو د نوموړي په پکر کې د یو‬
‫زورآزمائي ذوق هم پیدا شو‪ ،‬چه په کال ‪۱۳۲۴‬ش ‪۱۹۴۵‬م‬
‫د کنړ د والیت له اوسیدونکو سره ئې د جنګ پالن په یوې‬
‫وړې سیاسي پلمې په ډیره نارحمي پیاده کړ‪ .‬چه خپل‬
‫ځان ئې وروسته له امیر عبدالرحمن خان څخه بیرته خپل‬
‫ځانته مهم او مقتدر معلومیده او د کنړ په خلکو ئې له‬
‫توپکو‪ ،‬له ماشیندارو له توپونو حتی له طیارو څخه هم په‬
‫جنګ کې کار واخیست‪ .‬د دولت دولتي ټول نظامي زور ئې‬
‫د خپل ذوق لپاره استعمال کړ‪ .‬حتی د دولت یوه طیاره هم‬
‫په جنګ کې ولویدله چه "ما پخپله د هماغې طیارې پیلوټ‬
‫له نژدې څخه د یو وزیر په کور کې په کابل کې په کال‬
‫‪ ۱۹۵۱‬کې ولید‪ .‬چه د ستوني پرې شوي زخمونه ئې ال هم‬
‫په ستوني کې پاته وو او دا پیلوټ د پکتیا د ځاځیو د قام‬
‫وو“‪ .‬ځکه چه کله د کنړ قام "ساپي قام" دا طیاره‬
‫وغورځوله‪ ،‬نو یو ساپي ددې لویدلې پیلوټ په لور منډه‬
‫کړې وه او حالل کړی ئې وو‪ ،‬پدې ګمان چه ووژل شو‪،‬‬
‫مګر مرۍ پرې شوې نه وه‪ .‬نو یو ساپۍ ښځې پټ کور ته‬
‫‪865 of 1205‬‬

‫راوړی وو او هلته ئې ساتلی وو چه بیا بیخي ښه شو‪ .‬د‬


‫داسې میړانې او میړنۍ ښځې په وړاندې د زخمي پیلوټ‬
‫د شکران ژبه عاجزه وه‪ .‬نو په نتیجه کې ئې وروسته له‬
‫هغه چه جنګ ختم شو او سوله جوړه شوله‪ ،‬د پیلوټ له‬
‫فامیل څخه څو غړي د هماغې ساپۍ پیغلې کور ته "کنړ‬
‫ته" ورغلل او هغه پیغله ئې پیلوټ ته وغوښتله او دا واده‬
‫سرته ورسید‪ .‬له هغو کلونو ال هم ژوندي پاته ځینو سپین‬
‫ګیرو ماته په هغو کلونو کې کیسه کوله چه د کنړ څلورو‬
‫لویو قامونو "ودیر‪ ،‬ګُربز‪ ،‬او مسعود" له شوروي پوځ سره‬
‫مقابله کوله او ددغو قامونو مشرانو پریکړه او فیصله کړې‬
‫وه چه د "بر کنړ" سیمه او اوسیدونکي په پیښور کې له‬
‫مختلفو اسالمي احزابو څخه ځانونه آزاد وساتي او د قام‬
‫په نوم له متجاوز سره جنګ وکړي‪ .‬نو دوی خپلو ځانو ته د‬
‫"آزاد مجاهدینو" نوم ورکړی وو‪ .‬په هغو شپو کې چه کله‬
‫د سردار محمد داود خان د جنګ په هکله "د ‪۱۳۲۴‬ش کال‬
‫د جنګ" کیسه راغله‪ ،‬نو یو سپین ګیري ماته وویل چه‪:‬‬
‫" ‪ ...‬سردار ځوان او تکړه وو ډیر متکبر وو‪ ،‬مغرور وو‪.‬‬
‫کله ئې چه د سولې لپاره مونږ څو نفره د ټولو قامونو په‬
‫‪866 of 1205‬‬

‫نمایندګي وروغوښتلو‪ ،‬د سردار رسمي دولتي دفتر او‬


‫دربار په جالل آباد کې وو‪ .‬کله چه ورغلو نو نوموړي یو‬
‫نظامي تنګ برجس له موزو سره د فرقه مشري په رتبې‬
‫آغوستی وو‪ .‬او په چوکۍ داسې کوږ او نیشه ناست وو‬
‫چه کوناټي ئې بهر ډیر بد راوتلي وو ‪ .‬مونږ ته ئې نه الس‬
‫راکړ او نه ئې هم مخ راواړاوو‪ .‬له خپلې چوکۍ نه ئې‬
‫لیرې څو کټونه ایښي وو او مونږ ته ئې د الس په څټي‬
‫اشاره وکړه چه په کټونو کشینو‪ .‬مونږ هم کشیناستلو‪ .‬بیا‬
‫ئې ډیر وروسته دا خبره په فارسي ژبه په یو تهدید له‬
‫خولې څخه ووتله چه‪” :‬غواړم تاسې د تاسې په خپل‬
‫احمقانه کار خبر کړم‪ .‬د تاسې له السه تاسې ته مرګونه‬
‫پیښ شول‪ .‬بیا هم ما په تاسو رحم وکړ‪ .‬له دولت څخه مې‬
‫وغوښتل چه تاسې وبښي‪ ،‬ځکه چه تاسې احمق یاستۍ‬
‫…"‪ .‬او کرار کرار ځوان داود خان په کنځلو برید وکړ او‬
‫په مونږ کې ئې یو پټ قار هم پیدا کړ‪ .‬کله چه سردار وویل‬
‫چه‪" :‬بسیاري خانه های شما هم زیر بم ها درګرفت از‬
‫دست خودتان بود …"‪ .‬نو خدای شاهد ده ما مې خپله‬
‫پړسیدلې سینه ونشوای نیوالی او له کټ نه پاڅیدم ورته‬
‫‪867 of 1205‬‬

‫مې وویل چه‪” :‬سردار صاحب! هیڅ غم مکوه چه زمونږ‬


‫کورونو اور واخیست‪ .‬که کورونه مو ملبه شول خو دیوالونه‬
‫ئې په اور ال ډیر پاخه شول …"‪ .‬سردار ددې خبرې په‬
‫آوریدلو پوښه له خپلې بلې پوښې واړوله او غلی شو‪ .‬لکه‬
‫چه په څپیړه لګیدلی وي‪ .‬ځکه پوهیده چه د دولت عسکر‬
‫ډیر وژل شوي وو او زمونږ د چیریکي جنګ طاقت ئې په‬
‫خوار او وږي پوځ کې نه وو‪ .‬پوځ جنګي طاقت او مهارت‬
‫ندرلود او زمونږ په غرونو او ځنګلونو کې بلد نه وو‪ .‬خپل‬
‫بوټونه ئې ال هم سم په پوښو نه وو‪ ،‬نو به زمونږ د ځوانانو‬
‫السو کې ولویدل چه ډیرې وسلې مو ترې واخستلې‪ .‬هم‬
‫سردار او هم دولت هومره مغلوب شوی وو چه بیا ئې حتی‬
‫له طیارو څخه کار واخیست‪ .‬په آخره کې پوه شول چه‬
‫ضرر ور آووښتی دی او پدې پوه شول چه خپلو عسکرو ته‬
‫په خپل وخت ډوډۍ هم رسولی نشولی‪ ،‬نو ځکه وو چه‬
‫سردار ته د دولت تش د تهدید او د تحقیر ژبه پاته شوې‬
‫وې‪ .‬او هم د هغو قامي مشرانو د نیولو د محاکمې او‬
‫زندان او وهلو او ټکولو کار پاته شوی وو چه د آکا زوی‬
‫ئې "محمد هاشم خان" تر سره کړل‪ ،‬چه صدراعظم وو‪.‬‬
‫‪868 of 1205‬‬

‫او بیا ئې ډیر قامي مشران له خپل والیت کنړ څخه هرات‬
‫او شبرغان ته فامیل واره تبعید کړل‪.‬‬
‫دا هماغه داود خان وو او ما له نژدې څخه لید چه‬
‫کله قدرت ته ورسید‪ .‬بیا کرار کرار له هغه داود خان څخه‬
‫لیرې شو او هغه داود خان ئې هیر کړ چه په منځ کې یو‬
‫کال تیر شوی وو‪ .‬څټ او مخ ئې یو په یو غوښې پیدا‬
‫کړلې‪ .‬معلومیده چه یو پخوانی آرمان ته رسیدلی وو‪ .‬پیش‬
‫آمد کې ئې هم تغیر راغلی وو او د مشورو د آوریدلو‬
‫تحمل ئې هم نور ندرلود‪ .‬کله ئې چه په جاسوسانو او‬
‫پولیسانو تکیه وکړه‪ ،‬نو داسې نښې او نښانې په ښکاره‬
‫کیدلو شولې چه په ځینو خلکو کې دا ګمان کیده چه‪:‬‬
‫”اصالَ دا د کودتا پالن د شاهي خاندان په ګډې‬
‫مشورې شوی دی‪ ،‬چه داود خان دومره ظلم وکړي او‬
‫دومره د جمهوریت نوم بدنامه کړي چه خلک بیرته په‬
‫اعلحضرت محمد ظاهر خان شکر وباسي“‪ .‬خصوصا َ چه‬
‫د جمهوریت نوم د داود خان له شخصي دیکتاتوري او له‬
‫خپلې خودخواهي څخه هومره بدنامه شوی هم وو چه هغه‬
‫خطر چه هم د اعلحضرت محمد ظاهر خان شخصي ژوند‬
‫‪869 of 1205‬‬

‫ته متوجه شوی وو‪ ،‬او هم نور د شاهي خاندان واکمني په‬
‫ختمیدو شوې وه‪ ،‬نو داسې ګمان ال هم په ډیرو کسانو‬
‫کې پیدا شوی وو چه خلک بیرته د جمهوریت په ځای‬
‫شاهي وغواړي‪ .‬او هم بیرته هغه نرم خویه او ملنګ‬
‫اعلحضرت بابا ته ورشي‪ .‬هغه بیرته افغانستان ته راولي‬
‫چه خلک د داود خان له لیونتیا څخه وژغوري‪ .‬او خلک‬
‫ددې جوړ شوي جاسوسي تشکیالت له شر څخه خالص‬
‫شي‪ ،‬چه هیڅکله دومره ډار له جاسوسانو څخه د‬
‫اعلحضرت ظاهر خان په ‪ ۴۰‬کلنې پاچاهي کې چا لیدلی‬
‫نه وو‪.‬‬

‫‪ .۲‬او که بیا زمونږ دوهمه څهره د کمونستانو په‬


‫وحشت او افراط کې ښکاره شوله‪ ،‬مانا ئې دا وه چه نوم‬
‫بل او بدل وو مګر "درون مایه" هماغه وه‪ .‬درون مایه بل او‬
‫بدل شوی نه وو‪.‬‬

‫‪ .۳‬دریم نقاب د مجاهدینو دوره وه او په مونږ کې زمونږ‬


‫خپل انساني شخصیت او په مونږ کې زمونږ خپل ملي‬
‫احساس او یو اخالقي معنویت راښکاره نشو‪.‬‬
‫‪870 of 1205‬‬

‫‪ .۴‬مرحله ئې طالبان وو‪ ،‬او دا ددې حقیقت ثبوت وو چه‬


‫مونږ څومره له خپل انساني فضیلت څخه پردي شوي وو‪.‬‬
‫چه له یو وحشت نه بل وحشت او له یوه افراط نه بل افراط‬
‫ته ال بدتره ال وحشي تره او ورانونکی وو‪ .‬انتقام او کین‪،‬‬
‫نفاق او دښمنۍ یو په بل پسې زمونږ له وجود څخه راووتل‬
‫چه په پیړیو ئې په مونږ کې ځای نیولی وو‪ .‬وحشت او‬
‫جهالت هماغه وو تش په مختلفو نومونو ښکاره کیدل او‬
‫میدان ته وتل‪.‬‬

‫په مونږ کې د هر افراطي تمایل بنیاد زمونږ د ټول ژوند په‬


‫"زه او د ځان" کې نغښتی وو‪ .‬همدغې منفي خودخواهي‬
‫بیرته مونږ د خپل "زه او ځان" غالمان کړلو‪ .‬چه هر څه مو‬
‫د ځان لپاره غوښتل او که چیرې زمونږ د زه آرزو پکې نه‬
‫ترسره کیدله‪ ،‬که وطن هم وای چه که ضرر ورسید او له ما‬
‫څخه ئې ضرر بچ کاوو‪ ،‬نو بیا د وطن په ضرر مو وجدان‬
‫نه څویده‪ .‬مونږ تل همداسې یو "زه او ځان" درلود چه‬
‫وطن ئې نني ‪۲۰۰۴‬م دربدري ته راورساوو‪ .‬یو ورانونکی‬
‫نسل د خپل ژوند ‪ ۲۵‬کلونه د خپل وطن په وراني کې تیر‬
‫‪871 of 1205‬‬

‫کړ‪ .‬په چور‪ ،‬وژلو او فریب کاریو کې لوی شول‪ .‬دا د یو‬
‫مشترک خبیثه روح میراث وو چه وارثین ئې مونږ افغانان‬
‫یو‪ ،‬چه زمونږ په دننه کې بیرته ”زمونږ له زه او ځان" څخه‬
‫پیدا شوی دی او د هر رنګه چل او دروغو په وینه مو‬
‫روزلی دی‪.‬‬
‫پدې توګه د افغانانو مخې ته بل کوم داسې آرمان پاته‬
‫شوی نه وو چه پدغو تیرو څلورو مرحلو کې ئې ځان‬
‫ښکاره کړی نه وي‪ .‬د مثال په توګه د اعلحضرت محمد‬
‫ظاهر شاه په ‪ ۴۰‬کلنې واکمني اوږدې مودې کې په ډیرو‬
‫اذهانو کې دا آرمان پروت وو چه‪:‬‬
‫دا هیواد به هغه وخت د ترقي الره پیدا کړي چه په‬
‫”راس کې ئې سردار محمد داود خان غوندې یو آګاه او‬
‫پاک او ملي شخصیت اقتدار ته ورسیږي ‪ ."...‬او دا‬
‫آرمان پوره شو‪.‬‬
‫دوهم آرامان دا وو چه‪:‬‬
‫”ټول جهان د سوسیالیزم په لور رهي دی او د استعمار‬
‫تاریخي مرحله پای ته رسیدلې ده‪ .‬اوس یې ځای نوې‬
‫تاریخي مرحلې نیولی چه سوسیالستي نوي افکار د وخت‬
‫‪872 of 1205‬‬

‫او زمان یو ضرورت دی‪ .‬نو افغانستان هم نشي کوالی چه‬


‫لدې جهاني جریان او د ترقي له نوي کاروان څخه بهر او‬
‫لیرې پاته شي‪ .‬سوسیالیزم راتلونکی دی او باید خپل‬
‫هیواد ته ئې راولو ‪ .“! ...‬او داهم راغی او دا آرمان هم‬
‫پوره شو‪.‬‬
‫دریم آرمان د مجاهدینو د قدرت آرامان وو چه‪:‬‬
‫”دوی جهاد کړی دی او یو اشغالګر پوځ ئې ګونډه‬
‫کړی دی‪ .‬که چیرې اقتدار ته ورسیږي نو د ظلم او ظالم‬
‫په ضد په جنګونو کې پدې پوهیدلي چه ظلم او ظاملان‬
‫دواړه څومره بد وو‪ ،‬نو به له عدالت او رحم څخه کار‬
‫واخلي ‪ .“! ...‬د افغانانو دا آرمان هم سرچپه لکه نور‬
‫آرمانونه پوره شول‪.‬‬
‫مګر یو بل آرمان هم ال پاته وو چه د طالبانو په معصومو‬
‫ځوانیو او له سیاسي فریب کاریو د طالبانو پاکتوب او د‬
‫پاکدله کسانو په صفت د اقتدار آرمان وو‪ ،‬چه دا آرمان‬
‫هم تر سره شو‪.‬‬
‫‪873 of 1205‬‬

‫مګر پدې هیواد کې تجربو مرحله په مرحله وښودل چه هر‬


‫پرونی ظالم او هر پرونی فریب کار له نني ظالم څخه‬
‫عادل تره وو‪ .‬یا هر پروني ظالم ته د نني ظالم له ظلمونو‬
‫څخه دعاوې شوي دي‪.‬‬

‫چه دا د خبیثه روح خپل خوی او خصلت دی چه په هر‬


‫ځل به ال خبیثه تره کیږي‪ .‬دا د هر افغان د خپل "زه"‬
‫غوښتنه ده چه بیرته هر افغان د خپل "زه" غالم شوی او‬
‫خپلې خودخواهي غالم کړی دی‪ .‬همدا د غالمي خپل‬
‫خوی دی چه باید د وجدان او د وطن حقیقت ونه مني‪.‬‬
‫داسې پاک غږ ئې په خپل "زه" بد لګي‪ .‬حتی دا یوه مهمه‬
‫داسې موضوع ده چه له بل هر افغان نه په روشنفکرانو‬
‫کې په ډیر شدت او هم په ډیر مهارت د خپل "زه" د غالمي‬
‫شرمونه تل په مهمو هغو موضوعګانو کې ئې ځان ښکاره‬
‫کړی چه کله په منځ کې خبره د وطن د مقدسو اهدافو‬
‫مطرح وي‪ .‬یا یو علمي دیالوګ او بحث په منځ کې وي‪.‬‬
‫داسې چه هماغه وزیر او یا هماغه د علم او تحصیل‬
‫خاوند ته دا ضمینه او فرصت پیدا شوی وي چه د خپل‬
‫‪874 of 1205‬‬

‫”علم فروشي“ او د خپل تحصیل او یا چوکۍ له مقام‬


‫څخه د خپل "زه" له نورو لوړ وښئي او وروسته له هغه ئې‬
‫د مجلس نور کسان لوړ والی او هغه فوقیت هم باید ومني‪.‬‬
‫ځکه چه هر یو همدا "زه" او د خپل ځان "مهم والی"‬
‫غواړي‪ .‬او هر یو خپل دوست هغه څوک ګڼي چه په مجلس‬
‫کې ئې د هغه د خبرې مالتړ کړی وي‪ .‬دا یو داسې‬
‫واقعیت دی چه همیشه په افغانستان کې لیدل شوی او دا‬
‫نن هم دوام لري‪ .‬نور په هماغه مجلس کې د وطن د‬
‫ښیګڼې په هکله موضوع او مسئولیت له یاده اووځي‪ ،‬ځکه‬
‫چه د هغه د "زه" خبره د هغه بل د "زه" له خوا رد شوې او‬
‫یا انتقاد شوې ده‪ .‬نو تل نتیجه دا شوې چه مجلس کې د‬
‫مخالفت ګروپونه یو د بل د شخصي یا د قامي او ژبني‬
‫تعصب او پټ پخواني دښمنیو په لوڅولو او په پیغور‬
‫ورکولو خپل مخالفتونه ال هم ژور کړي‪ .‬کافي ده چه‬
‫”احمد" دومره ووائي چه "زه د محمود د فرمودې په تائید‬
‫وایم چه … نو دا "سلیم" ځانته توهین ګڼي‪ .‬مګر که‬
‫”سلمان“ په هماغه مجلس کې دا ووائی چه "زه د محمود‬
‫نظریه ټوله نشم تائیدولی‪ ،‬بلکه محترم سلیم حق په جانبه‬
‫‪875 of 1205‬‬

‫هغه پیشنهاد چه کړی زه ئې د وطن په ګټه بولم او …"‪.‬‬


‫وروسته له هغه څخه دی چه د افغانانو په ژبه یو څه او په‬
‫دننه زړه کې بل څه پوره تشخیص کیږي‪ ،‬پدې مانا چه‬
‫نور "سلیم" که له "محمود" نه دا هم واوري چه "ځمکه‬
‫خپله د جاذبې قوه لري او آسمان پورته دی‪ .‬او باران په‬
‫وریځو کې وي“‪ ،‬الکن "سلیم" د محمود ټولې خبرې په ټول‬
‫شدت ردوي‪.‬‬
‫دا زمونږ د "زه" او ځان د ژورو ُعقدو په تل کې‬
‫پرتې د تیرو اوږدو پیړیو له حقارت او پټو زخمونو څخه‬
‫پاته ریښې دي‪.‬‬
‫دا پوښتنه تر هغه وخته پورې ځواب نشي پیدا کولی‬
‫چه مونږ یوازې د افغان روشنفکرانو له نفاق څخه ګیلې‬
‫وکړو‪ .‬بلکه ځواب د نفاق په علت کې پیدا کوالی شو او د‬
‫دې مرض تداوي ته نژدیکیدلی شو‪ .‬مونږ وینو چه کله‬
‫درۍ افغانان خصوصا َ چه کله خبره د علمي مسایلو او د‬
‫روشنفکري دیالوګ‪ ،‬صحبت او علم فروشي د افکارو او‬
‫نظریاتو په موضوع دریږي‪ ،‬بیا د بدترین نفاق او‬
‫مخالفتونو تیارې ښوریږي‪ .‬دا تیارې بیا هم په مونږ کې‬
‫‪876 of 1205‬‬

‫دننه پرتې دي چه تحصیل او علم له منځه ندي وړي‪ ،‬بلکه‬


‫برعکس په بدترین شکل له روشنفکرانو څخه لیدل شوي‬
‫دي‪.‬‬
‫علت به ال هم وروسته لدې تر هغه وخته پټ پاته وي‬
‫چه خپله د تحصیل او مسلک هدف او یوازنی آرمان د‬
‫خپل "زه" د ارضا په مقصد او په یوازني همدغه مطلب ال‬
‫له بنیاد څخه ناروغ وي‪ .‬دا ځکه چه یو خودخواه "زه"‬
‫همدا ناروغه خودخواهي لري‪ ،‬د خودخواهي په ناروغه‬
‫تنده او په عقدو ککړه آرزو تحصیل او مسلک هم وتړل‬
‫شي‪ .‬او دا بیرته د ال زیات خطر په علت واوړي چه‬
‫افغانان یو بل ته تن ورنکړي‪ .‬همدا سبب دی چه په‬
‫افغانستان کې علم او د علم او تحصیل خاوندان ال هم په‬
‫اتفاق لیدل شوي ندي‪ ،‬بلکه ال زیات د نفاق سبب ګرزیدلي‬
‫دي‪ .‬دوه نفره افغانان یوه ورځ ال هم په یوه الره الس په‬
‫الس په اتفاق تر آخره تللي او رسیدلي ندي‪ .‬مګر تل‬
‫مخامخ تش په ژبه دوستان دي او چه څومره ژبې په‬
‫دوستي خوږې دي هومره په زړونو کې یو له بل څخه‬
‫بیزاره او دوه رویه شوي دي‪.‬‬
‫‪877 of 1205‬‬

‫ځکه چه موږ تحصیل له خپل دننه اخالقي شخصیت‬


‫سره تړلی ندی‪ .‬په نتیجه کې مونږ د تحصیل د وړنګو په‬
‫معنوي او انساني بدلون پوه شوي نه یو‪ ،‬پدې مانا چه‬
‫ملړي خپل "سړیتوب" وپیژنو او په همدې انساني مطلب‬
‫کې د تحصل د وړنګو له مرستې څخه کار واخلو‪ ،‬وسیله‬
‫او مطلب وپیژنو‪ .‬لکه داسې چه یو افغان د حقوق تحصیل‬
‫کړی وي او د قانون او قانوني ژوند کتابونه ئې د قانون له‬
‫څراغ الندې لوستي وي‪ ،‬مګر بیا هم غل وي او غال کوي‪.‬‬
‫د قضاوت په لوړې کرسۍ ناست وي‪ ،‬مګر د قتل او جنایت‬
‫خوی او ذوق لري‪ .‬روشنفکر وي او د دیموکراسي‬
‫پرنسیبونه درس ورکوي‪ ،‬مګر علمي انتقاد ئې په پټ‬
‫دیکتاتور "زه" لکه مرمۍ لګي‪ .‬نو بیا ئې تحصیل کومه‬
‫انساني ګټه نه وطن ته لري او نه ئې اخالقي شخصیت ته‬
‫تکامل ورکوي‪ .‬وزیر شوی به وي خو سړی شوی ندی‪.‬‬
‫کله چه هر څوک خپل "زه" غواړي او هر څه د خپل‬
‫”زه“ له سترګو ویني‪ ،‬نو هیڅکله به اتفاق ونلري او‬
‫هیڅکله به ئې دوستي واقعي نه وي‪ .‬هیڅکله به یې ژبه‬
‫اخالقي نه وي او هیڅکله به وطن ته د صداقت په اتفاق‪،‬‬
‫‪878 of 1205‬‬

‫قول او فضیلت نژدې نشي‪ .‬او له خپل "ناروغ زه" څخه به‬
‫تیر نشي‪ .‬لکه چه دا مرض په مونږ کې په ‪ %۹۹‬موجود‬
‫دی‪ .‬او مونږ په سلو کې ‪ %۹۹‬په معنوي خالیګاه کې‬
‫پراته یو‪ .‬او مونږ ‪ %۹۹‬اکثریت د خپل روح مینځلو او د‬
‫خپل اخالقي وجدان پاک ساتلو ته پام نلرو‪ .‬او په خپل‬
‫وجدان هره ورځ د دروغو او فریب کاري په ژبه لوبې کوو‪.‬‬
‫له همداسې اخالقي عمومي زوال څخه په مونږ کې‬
‫جنګونه راغلل او زمونږ دننه خپل خبیثه روح په مختلفو‬
‫نومونو او په مختلفو مرحلو یو د بل په وژلو ښکاره شو‪ ،‬چه‬
‫همدا زمونږ دننه وران اخالقي جهان وو چه بیرته په زندانو‬
‫واووښت او د کمونیزم او د جهاد په عام قتل او په فرار او‬
‫مهاجرتونو ښکاره شو‪ .‬خپل ځانونه مو پخپله غولول‪ .‬پخپلو‬
‫وحشتونو مو پخپله نومونه کیښودل‪ .‬خپلو باغونو او کورونو‬
‫ته مو پخپله اورونه آچول‪ .‬دا خپل زمونږ له پیړیو خپل‬
‫خبیثه روح وو چه په څو شپو ورځو کې پیدا شوی نه وو‪،‬‬
‫بلکه پخوانۍ اوږدې او زړې ریښې ئې درلودلې او ال هم‬
‫پاته دي‪ ،‬له منځه تللې ندي‪.‬‬

‫***‬
‫‪879 of 1205‬‬

‫اتمه برخه‬
‫‪880 of 1205‬‬

‫د شلمې پیړۍ د پای کلونه …‬

‫کله چه افغانانو د خپل وطن عزت او د خپل وطن آبرو‬


‫ساتلی نشولی‪ ،‬نو بیا یې د "وطن لرلو" حق ندرلود‪ .‬کله چه‬
‫په افغانانو کې د افغانیت روح نه وو‪ ،‬کله چه افغانان بیرته‬
‫د خپل افغانیت دښمنان شوي وو‪ ،‬نو دا حق ئې ندرلود چه‬
‫ووائي مونږ افغانان یو‪.‬‬
‫کله چه افغانانو خپل وطن د خپلو احزابو او تنظیونو‬
‫په وسلو وراناوو‪ ،‬نو بیا ئې دا حق ندرلود چه ووائي مونږ‬
‫وطن لرو‪ .‬کله چه شلمه پیړۍ پای ته رسیدلې وه او د یوه‬
‫پیړۍ پاڼه آووښتې وه‪ ،‬مګر د افغانستان په نوم یو وطن‬
‫هم په کنډوالې آووښتی وو او یو سپیره ډاګ ترې جوړ‬
‫شوی وو‪ .‬حتی نه ئې په ویالو کې اوبه رهي وې او نه ئې‬
‫په غرونو کې واورې وې‪ .‬وچو شوو رودونو ئې ال یو غوړپ‬
‫اوبه غوښتلې چه اوبه غواړو‪ ،‬اوبه راکړۍ ‪ ...‬تږي یو‪ .‬دا‬
‫وطن وچکالیو ال ځبلی وو‪.‬‬
‫کله چه د "‪۲۰۰۱‬م" کال د سپتامبر د یولسمې له‬
‫خونړۍ حادثې نه وروسته د امریکا د نظامي قوت له‬
‫‪881 of 1205‬‬

‫مشرۍ الندې جهاني تیرورستي ضد قوتونو د افغانانو‬


‫وطن ”افغانستان“ د ”اسامه بن الدن اوطالبانو“ له منګولو‬
‫څخه وژغوره‪ ،‬نو له همدې تاریخ نه وروسته بیا افغانانو دا‬
‫حق ندرلود چه ووائي دا هیواد زمونږ دی‪ .‬دا ځکه چه دوی‬
‫خو خپل وطن یو ځل بیا په اسامه‪ ،‬په یو تیروریست عرب‬
‫خرڅ کړی وو‪ .‬ال مخکې دا هیواد د اسالمي احزابو‬
‫مجاهدینو وران کړی وو‪ ،‬او مخکې له هغه خو داخلي‬
‫کمونستانو ماسکو ته سپارلی وو! نو آیا افغانانو خپل‬
‫افغانیت ساتلی وو؟‬

‫دا افغانان څوک وو؟ څوک طالبان شوي وو‪ ،‬څوک‬


‫کمونستان شوي وو او څوک بیا په مجاهدینو یاد شول‪.‬‬
‫دیرش کاله ئې دا هیواد وران کړی وو‪ ،‬او دې وران هیواد‬
‫خپل افغان ندرلود‪ ،‬تش په نوم افغانستان وو‪ ،‬مګر د‬
‫غالمانو له خوا خرڅ شوی وو‪.‬‬
‫کله چه دوی‪ ،‬دوه زرم کال ته ګام واخیست‪ ،‬مګر نور‬
‫ئې تر خپلو منځو د یو او بل مخ ته په هسک سر کتلی‬
‫نشوای‪ .‬د هر حزبي شوي افغان په الس د جنایتونو وینې‬
‫‪882 of 1205‬‬

‫پرتې وې‪ .‬که ئې په خپل الس وژلي وو او که د هغه بل‬


‫افغان قاتل الس ئې په الس کې نیولی وو‪ ،‬یا حتی ښکل‬
‫کړی ئې وو‪ .‬دا السونه د چور او غال له حرامو ډک شوي‬
‫وو‪.‬‬
‫واقعا َ دا یوه اخالقي فاجعه وه‪ ،‬چه پدې هیواد کې د‬
‫سردار محمد داود خان له کودتا سره پیل شوله او د‬
‫امریکائي قواوو تر راتلو پورې یانې ‪ ۳۰ -۲۹‬کاله او په‬
‫همدغو اوږدو کلونو کې پرله پسې سیاسي جنایتونه‬
‫وشول‪ .‬د داودخان له واکمني له پیل سره ال دا تبلیغ وشو‬
‫چه ځینو کسانو غوښتل چه د داودخان په ضد کودتا‬
‫وکړي‪ .‬دوه ځلې‪ ،‬دوه ډلې د کودتا په تور او تهمت ونیول‬
‫شولې او رهبران ئې چارواني کړل شول‪ .‬پدوی کې ډیر‬
‫وتلي د ملي احساس لرونکي او پاک افغانان وو‪ ،‬لکه‬
‫محمد هاشم میوندوال‪ .‬جنرال خان محمد خان او نور…‬
‫ډیر نیول شوي افسرانو په شکنجه ځایونو کې ډیر په بد‬
‫حالت شپې ورځې تیرې کړلې‪.‬‬
‫‪883 of 1205‬‬

‫او بیا په رڼا ورځ کمونستي کودتا وشوه …‬

‫زما یاد شي چه کله زه خلقي کمونستانو په ماښامي وخت‬


‫په خپل کور کې په یو ناڅاپي هجوم ونیولم او په توره شپه‬
‫ئې زما د دوو پښو په بټو ګوتو د برق سیمونه وتړل‪ ،‬دې‬
‫وحشت ماته دومره درد ندرلود‪ ،‬لکه څومره چه په شیرپور‬
‫نومي نظامي قشلې کې زه د ځینو دردناکو صحنو شاهد‬
‫شولم‪.‬‬
‫دا د ‪۱۳۵۸‬ش نوی کال د نوروز ملړی شپه وه چه زه ونیول‬
‫شولم او دا هغه ورځې وې چه د افغانستان په ډیرو سیمو‬
‫کې د داخلي کمونستانو د عام وژنو‪ ،‬د نیولو او د زنداني‬
‫کولو په ضد ملړني قومي قیامونه پیل شوي وو‪ .‬چه ال دې‬
‫”خودبخودي“ قیامونو کې د اسالمي څو احزابو د نفاق‬
‫میکروب او د وحشت مرض ګډ شوی نه وو‪.‬‬

‫نو د "شیرپور" د نظامي قشلې د عسکرو کاغوشونه خالي‬


‫شوي وو او عسکر جنګ ته آستول شوي وو‪ .‬په ځای ئې‬
‫ځایونه په کابل کې له نیول شوو متهمینو ډک شول او په‬
‫‪884 of 1205‬‬

‫نتیجه کې لدې نظامي قشلې څخه یو لوی زندان جوړ شو‬


‫چه ټول په عسکري کاغوشونو کې اچول شوي وو‪.‬‬
‫په هغه شپه زه او زما یو پخوانی همصنفي ډاکتر یې‬
‫د "پیر سید احمد ګیالني" نومي له کور څخه چه د هند له‬
‫سفارت سره دیوال په دیوال وو او خلقیانو د تحقیقات او‬
‫شکنجو لپاره کار ترې آخست د شیرپور قشلې ته په نیمه‬
‫شپه په روسي جیپ کې انتقال کړلو‪ .‬مګر د قشلې د لوئې‬
‫او پراخې حویلۍ دننه په څلورو خونو ئې وګرځولو چه د‬
‫هرې خونې مخې ته له وسلو سره والړو پوځي پولیسانو به‬
‫د َرد ځواب ورکړ‪ ،‬چه "ځای نلرو“‪ .‬مانا دا چه هر پوځي‬
‫اطاق له نیول شوو څخه ډک وو‪ .‬آن تر دې چه پدې نیمه‬
‫شپه زمونږ دوو نفرو ساتونکو او څارونو وسله والو پوځیانو‬
‫حوصله پای ته رسیدله او له ډیرو خونو ګرځولو او د رد د‬
‫ځواب په آوریدلو‪ ،‬کله چه د عسکري قشلې د "کانتین"‬
‫نومي خونې مخې ته راورسیدلو‪ ،‬نو زمونږ څارونو وسله‬
‫والو په زور هماغه اطاق ته د هغه اطاق د پیره دار په‬
‫مخالفت سره سره داخل کړلو‪ .‬چه یو اوږد مستطیله اطاق‬
‫وو او د دیوالو له دواړو خواوو بندیان پکې نیم غځیدلي‬
‫‪885 of 1205‬‬

‫پراته وو‪ ،‬یو اوړ ګروپ پکې مټکې رڼا درلودله‪ .‬چه یو‬
‫خواشیني حالت په اطاق کې پروت وو‪ ،‬خصوصا َ چه زما‬
‫پام ئې ځانته واړاوو چه د ګروپ په ځان کې د رڼا توان‬
‫ډیر کمزوری وو‪ .‬لکه داسې چه دغو پرتو ته د راتلونکي‬
‫مرګ د غم له سترګو په ویر ګوري‪ .‬همداسې هم وو‪ ،‬چه‬
‫هره شپه به چه کله د کاغوش ور په خوب کې د ویدو نیول‬
‫شوو متهمینو په مخ خالص شو‪ ،‬درۍ راغلي واسله والو به‬
‫د دوو یا دریو نفرو نومونه واخستل او په توره شپه به‬
‫ووتل‪ .‬بیا به ئې هیڅ چا ته‪ ،‬نه مور‪ ،‬نه ورور او نه پالر ته‬
‫له مرګ او نه له ژوند څخه خبر لګید‪ .‬تري تام به شول‪.‬‬
‫دا هغه خطرناکې شپې او ورځې وې چه د‬
‫”نورمحمدترکي“ په رهبري د خلق ګوند د اقتدار په مستي‬
‫او نیشه مست وو‪ .‬چه نه ئې غوښتل په ټول افغانستان‬
‫کې حتی یو فرد ال چه ددوی د اقتدار مخالف وي ژوندی‬
‫پاته شي‪ ،‬نو خطر همدا وو‪ .‬د همدې خطر نښې چه یوه‬
‫برخه کې زمونږ د زندان په اطاق کې د پرتو متهمینو او‬
‫هغو کسانو وو چه په مختلفو قشرونو تړلي وو‪ .‬د مثال په‬
‫‪886 of 1205‬‬

‫توګه‪ :‬زمونږ په اطاق کې یو موټروان‪ ،‬یو آهنګر‪ ،‬یو ‪۱۳‬‬


‫کلن خام هلک چه د یو خیاط شاګرد وو او…‬
‫دا هلک د خلقیانو جاسوسي تشکیالت د خیاط په دکان‬
‫کې د "بي بي سي" د رادیو د آوریدلو په وخت کې نیولی‬
‫وو‪ ،‬چه ددې رادیو آوریدل منعه شوي وو‪ .‬یو معلم وو چه‬
‫اصالَ د لغمان د والیت وو کابل ته راغلی وو په الس کې‬
‫ټایپ وو بدلې ئې آوریدلې‪ ،‬خو د سړک په غاړه د تاالشي‬
‫پوځیانو او پولیسانو نیولی وو‪ .‬یو زوړ خوردضابط هوائي‬
‫افسر وو چه ځوان زوی ئې په حزب کې داخل شوی وو‪.‬‬
‫مګر پالر ئې لدې الرې په نصیحت چه کله څو واره منعه‬
‫کړی وو‪ ،‬نو زوی ئې د جاسوسي تشکیالتو ته مراجعه‬
‫کړې وه چه "زما پالر هم ملونځ کوي او هم د انقالب دښمن‬
‫دی“‪ .‬بل یو انجنیر وو چه تحصیل ئې په ایطالیا کې کړی‬
‫وو‪ .‬بل یو د پکتیا له څکمنیو څخه راوستل شو له خپل‬
‫مشر ورور سره ئې په ګردیز کې بندي کړی وو‪ ،‬ځکه چه‬
‫په جیب کې ئې څلور کالتوسه پراته وو‪ ،‬او زمونږ په اطاق‬
‫کې یې یوازې یوه شپه وکړه‪ .‬په دوهمه شپه ئې عمومي‬
‫وژل ځای‪ ،‬پل چرخی ته بوته‪ .‬د مرګ نښې به دا وې چه‬
‫‪887 of 1205‬‬

‫راغلو پوځیانو به چه کله په نظر کې نیول شوي ته وویل‬


‫چه‪" :‬د الس سات او نور کالي د پریږده او پیسې د هم له‬
‫جیب نه وباسه تا ډیر ژر بیرته راولو!“‪ .‬نو بیا به وروسته‬
‫عسکر راغلل د هغه پاته شیان به ئې له ځانو سره په خندا‬
‫او په ټوکو ویوړل! هماغه څکمني کلیوال ځوان پټ د ‪۱۰۰۰‬‬
‫افغانی لوټ په نیم ژړا حالت زما د شړی الندې پدې غلي‬
‫آواز کیښود چه "دا پیسې په ما پسې په سقاط په غریبو‬
‫وویشه! زه بیا نه راځم د خدای پامان دعا راپسې کوه ! او‬
‫بیا رانغی! بل یو ‪ ۷۰‬کلن زوړ هزاره وو چه په کابل کې ئې‬
‫کراچي واني کوله او په خالي شوي ځای زما خوا ته‬
‫څمالست‪ ،‬مګر درۍ ورځې او شپې ئې سر له شړۍ نه‬
‫راونه ویست او نه ئې اوبه او ډوډۍ وخوړله‪ .‬زه ددې سپین‬
‫ګیري په حالت سخت ناراحته ووم‪ .‬نو خوا ته مې د دیواله‬
‫بیخ ته پروت ډاکتر ته وویل چه باید یو څه وکړو‪ .‬هغه راته‬
‫وویل چه "دا اوس زه په بل انقالب مشغول یم‪ ،‬ته ئې یوه‬
‫چاره وکړه!“‪ .‬ډاکتر ډیر ژر د دیواله تر څنګ سپږې وکړې‬
‫چه وړې وړې سپینې سپږې په دیواله کتار کتار بهیدلې او‬
‫دی ورسره مصروف وو‪ .‬ډاکتر په امریکا او ډهلي کې لوړ‬
‫‪888 of 1205‬‬

‫تحصیالت کړي وو او ډیر په مسلک کې الیق او په زړه‬


‫مهربانه انسان وو‪ .‬په هیڅ کوم حزب کې نه وو‪ ،‬یو واقعی‬
‫روشنفکر او روشنضمیره شخص وو‪ ،‬له وزل کیدو ئې‬
‫ډاریدلم‪ .‬بالخره ما دا سپین ګیری وښواراوو‪ ،‬مګر ځواب‬
‫ئې رانکړ‪ ،‬ټول ځان ئې ریږدیده‪ .‬زما غم ال زیات شو‪ ،‬نو‬
‫په قهر مې پداسې آواز مخاطب کړ چه په اطاق کې ټول‬
‫‪ ۱۴‬نفره په شپه په نیم لوڅ سر شول او نیمه پاڅیدل‪:‬‬
‫”اوچت بیخې! پیش از مرګ نباید شکست را قبول‬
‫کني! ما درینجا فرق بین مرګ و نامردی‪ ،‬و سرحد بین‬
‫مرګ‪ ،‬شکست و نامردی را می آموزیم‪ .‬کشتارګاه که به‬
‫ما انتظار دارد‪ ،‬همه ما آنجا میرویم ‪ ...‬پس هر چه واضح‬
‫است‪ .‬ولې ترسیدن از مرګ‪ ،‬بدتر از مرګ است‪ .‬بیخېز‬
‫نان بخور!“‪ .‬کتل مې چه دې زاړه او خوار هزاره خپل مخ‬
‫لوڅ کړ‪ ،‬په هغو مهربانو سترګو ئې چه ماته د زاریو او د‬
‫یو درد له چولې وکتل ترننه مې له یاده وتلې ندي‪ .‬بیا په‬
‫لړزیدلي نرۍ ګیرې خپله خوله خالصه کړه او ژیړ او‬
‫ډنګره او پرې پرې خپله ژبه ئې راوویستله‪ .‬آه پروردګاره!‬
‫‪889 of 1205‬‬

‫وحشیانو د برق سیم ددې خوار او بوډا هزاره په ژبې تاو‬


‫کړی وو‪.‬‬

‫دا اطاق یو قبر وو چه ژوندي پکې پراته وو او هره شپه او‬


‫کله څو شپې وروسته به ئې یو یا دوه ژوندي لدې قبر څخه‬
‫بوتلل‪ ،‬چه بیا به ورک شول‪ .‬ځای به ئې نورو نوو نیول‬
‫شوو ونیوو‪.‬‬
‫خو یوه ورځ ئې په نیمه شپه یو عجیب ځوان او ډیر‬
‫ښکلی ‪ ۳۳‬بلکه ‪ ۳۴‬کلن راووست چه د ځوانی یو خاص‬
‫جذابیت او د وجود سپورتی لکه یوه مجسمه برجستګي‬
‫درلودله‪ .‬چه د ټولو پام ئې ځانته په دوو غیر نورمال‬
‫حرکاتو واړاوو‪:‬‬
‫یو‪ :‬د سینې په ډیر درانه او قوي ساه به ئې په یو لنډ ځنډ‬
‫په دروند غږ ټوخل‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬په غاړه کې ئې یوه کڅوړه پرته وه چه د خپل ژوند‬
‫ټوله دارائي ئې هم په هماغه کڅوړه کې پرته وه‪ .‬په خوله‬
‫کې به ئې دوامداره یو ښکلی پایپ نیولی وو او دوامداره‬
‫به ئې له لنډ درنو ټوخو سره کش کاوو‪ ،‬که به تمباکو پکې‬
‫‪890 of 1205‬‬

‫وو یا به نه وو‪ .‬او په ناڅاپي توګه به ئې هره خوا یو ځل‬


‫لکه داسې چه څوک څاري وکتل‪ ،‬ځیر ځیر به ئې د هر چا‬
‫په مخ خپلې تورې غټې جذابې سترګې ونښولې او بیا به‬
‫ئې خپل سر غلی بیرته ځوړند په خپل ګریوان ونیوو چه‬
‫ټولې د ځان جامې ئې ډیرې خیرنې‪ ،‬زړې او ځای ځای‬
‫څیرې وې‪.‬‬
‫دا ځوان د یوې بدقسمتۍ ژوندۍ ځبل شوې څهره‬
‫وه‪ .‬پدې څهرې کې د سردارمحمد داود خان د جاسوسي‬
‫تشکیالتو د ظاملو السونو نښې پرتې وې‪ .‬دا یو فعال افسر‬
‫وو مسلک ئې د ټانګ د ماشین انجینري وو‪ .‬د داود خان‬
‫په ضد د کودتا په تهمت کې لویدلی وو او د جاسوسي‬
‫تشکیالت "مصئونیت ملي" په شکنجو ځایونو کې هومره د‬
‫وحشت ظلمونه پرې شوي وو چه دا ځوان افسر بالخره‬
‫خپل عصبي توان او مقاومت له السه ورکړی وو‪ ،‬لیونی‬
‫شوی وو‪ .‬نو به ئې په ادیرو کې په زړو قبرونو دننه شپې‬
‫تیرولې او کوم چا په چرسو څکولو آموخته کړی وو‪ .‬بیا په‬
‫هغه تیره شپه خلقي کمونستو پولیسانو د کوم سړک په‬
‫غاړه د "انقالب ضد عنصر" په تور نیولی وو او زمونږ د‬
‫‪891 of 1205‬‬

‫زندان خونې ته ئې راووست‪ .‬چه د خونې په آخر سر کې‬


‫پروت انجینر وپیژاند چه "کندک مشر" وو او دا بریدمن‬
‫ئې په پخوا وختونو کې له الس الندې وو‪ .‬د نوموړي په‬
‫صداقت او د مسلکي پوهې او د وطندوستي په هکله ئې‬
‫همدا خبرې ماته په زندان کې وکړې‪.‬‬
‫موږ هیڅ یو هم د خپل مرګ د وخت په هکله نپوهیدلو‬
‫چه څه وخت به نوبت زما وي؟ مګر یو څه مو منلي وو چه‬
‫زموږ ژوند یو څو ورځې وو او حتی په معجزه مو هم‬
‫عقیده نه وه چه کوم یو به په معجزې لدې وحشت نه ژوندی‬
‫اووځي‪ .‬خو یو خیال او لیرې شی مې په خپل زړه کې لید‬
‫چه‪:‬‬

‫”زه به خپل د سترګو حاالت مرګ ته هیڅ کله ونه‬


‫سپارم‪ .‬زما قول دی چه زه به ئې لیکم“‪ .‬ما به احساس‬
‫کاوو چه یو نیک او یو مرموز قوت او ددې الیتناهي والي د‬
‫نظم څارونکی او د المحدوده کائیناتو یو ابدي روح په ما‬
‫پام لري‪ .‬دا هماغه ساتونکی او رهنما څراغ او زما د ژوند‬
‫تنظیم کونکی مشفق الس دی چه له مخې مې خنډ غرونه‬
‫‪892 of 1205‬‬

‫نړوي‪ .‬او پرتې تیارې زما مخې ته رڼا کیږي او ماته مې‬
‫الره راښئي‪ .‬یوازې پدې مطلب چه د هغوی دردونو ته ما‬
‫قول ورکړی وو‪ .‬ما که خپل ژوند هم غوښت په یوازنی‬
‫همدې پاک مقصد چه په مونږ افغانانو کې د ورک شوي‬
‫پاک روح او د ورک شوي انساني معنویت پوښتنه وکړم‪.‬‬
‫او همدا پوښتنه بیرته د افغانانو مخې ته کیږدم که ګوندې‬
‫په خپل ژوند کې که تش یو ځل هم وي یو ځل دغه‬
‫الیتناهي کائیناتو ته وګوري او د ژوند مفهوم ته یو پکر‬
‫پیدا کړي‪ .‬پوه شي چه خپل فریب کاریو څومره اوړ کړی‬
‫دی‪ .‬پوه شي چه ذلت هیڅکله شریف ندی‪ ،‬ځکه چه ژوند‬
‫تل پاک او شریف دی‪ ،‬خو په شریف روح لرلو شریف پاته‬
‫
کیږي“‪.‬‬
‫دا د شریف روح لرلو پکر‪ ،‬آرمان او مطلب دی چه انسان‬
‫ته روحي سکون او باور بښي‪ ،‬انساني احساس بښي‪.‬‬
‫که دا نه وي لکه څرنګه چه په افغانانو کې تل تجربه شوي‬
‫او ال اوس هم تجربه کیږي‪ ،‬تحصیل او علم په افغانستان‬
‫کې شیطانان روزلي دي‪ .‬علم په شیطاني الرو او فریب‬
‫‪893 of 1205‬‬

‫کاریو او له ژوند او هیواد سره په خیانت کولو کې پکار‬


‫لویدلی دی‪.‬‬
‫نه سردار داود خان بیسواده وو‪ ،‬بلکه عالي تحصیالت‬
‫ئې په فرانسه کې سرته رسولي وو‪ .‬نه نورمحمد ترکی‪ ،‬نه‬
‫حفیظ اهلل امین‪ ،‬نه ببرک کارمل او نه ډاکتر نجیب او نه‬
‫ئې وزیران بیسواده وو‪ ،‬بلکه هر یو د لوړ تحصیل خاوندان‬
‫وو چه هم ئې نور بیګناه انسانان ووژل او هم دوی ووژل‬
‫شول‪ .‬بیا نوبت مجاهدینو او طالبانو ته هم ورغی چه‬
‫السونه ئې په وژلو په ورانولو ککړ شول‪.‬‬
‫دوی پدې تعهد د اقتدار له وسایلو کار نه آخست چه‬
‫قاتالن او یا قاتل اندیشه کسان له منځه ویسي‪ ،‬بلکه‬
‫پخپله لدوی څخه قاتالن جوړ شول‪ ،‬خپله دولت قاتل وو‪،‬‬
‫غله او جنایت کاران دوی وو‪ .‬په افغانستان کې د غلو او‬
‫جنایت کارانو څخه دولت جوړ شوی‪ ،‬او په تأسف چه‬
‫دوی محاکمه شوي ندي‪ .‬ځکه چه داسې پاکه محکمه او‬
‫قاضیان په مونږ کې پیدا نشول‪ .‬خلکو د دولت له ظالم‬
‫الس څخه د غرو ځنګلونو او ځانورانو ته پناه وړې ده او‬
‫کله چه بیا همدغو مظلومو ته د انتقام آخستلو فرصت پیدا‬
‫‪894 of 1205‬‬

‫شوی‪ ،‬نو هغه پرونی کومې ورځې ئې له یاده ویستلي چه‬


‫ظلمونه ئې غندل او له ظلمونو څخه ئې کور او کلی پرې‬
‫ایښی وو‪ .‬په کور کې ئې پراته زخمي زوی ته د دوا پیسې‬
‫ندرلودلې‪ .‬او هغه ورځې ئې له یاده وتلي وي چه عریضه‬
‫په الس په شپو شپو به ئې د حکومت د یو مامور د دروازې‬
‫مخې ته انتظار ویست او بې له رشوت څخه به ئې عریضه‬
‫چا نه آخستله‪ .‬څرنګه ئې چه یو وخت بل ته په لوڅ سر‬
‫زارۍ کولې‪ ،‬همداسې ئې بیا له بل څخه زارۍ او هغه‬
‫رشوت غوښت چه پده تیر شوی وو‪ .‬پدې توګه د‬
‫افغانستان د اوسیدونکو ژوند په همداسې یو ځنځیر وتړل‬
‫شو او تړل شوی پاته شو‪ .‬په همداسې ذلت عادت شول‬
‫چه دا مسلمان افغانان ئې د ځانو فخر او غیرت بولي او‬
‫اسالم خپل دین ګڼي‪ .‬کله چه اسالم خپل دین بولي‪ ،‬مانا‬
‫ئې دا هم ده چه‪:‬‬
‫‪” .۱‬زه په هغه بله دنیا به یوازې خدای ته ځواب ورکووم“‪.‬‬
‫یانې دا چه زه پدې دنیا کوم قانون نه پیژنم‪ .‬د وطن او‬
‫هموطن په وړاندې کوم قانوني مسئولیت نلرم‪ .‬او مانا ئې‬
‫داده چه هر قاچاق او هر قتل او هر خیانت چه کووم زه‬
‫‪895 of 1205‬‬

‫آزاد یم‪ .‬ځکه چه زه به د خدای د رسول او پیغمبر رضایت‬


‫حاصل کړم او خدای به مې وبښي‪.‬‬
‫‪ .۲‬وطن دداسې ګمراه ذهنیت په وړاندې یوه خالي وسیله‬
‫ده چه مسلمانو افغانانو د اسالم لپاره ټاکلی او اسالم‬
‫خپل هیواد ته پردی کړی‪ .‬خپل هیواد ئې د عربي اسالم‬
‫لپاره قرباني کړی دی‪.‬‬
‫‪ .۳‬هر جمات چه پکې جوړ شو‪ ،‬افغان یو ګام د خپل وطن‬
‫له حق او عزت څخه لیرې شو‪ .‬هر اسالمي زیارت چه پکې‬
‫جوړ شو‪ ،‬افغان یو قدم عربي اسالم ته نژدې شو‪.‬‬
‫‪ .۴‬کله چه د افغانستان په نوم هیواد او دولت جوړ شوی‬
‫نه وو‪ ،‬ددې وطن اوسیدونکي هومره د عربي اسالم غالمان‬
‫شوي نه وو‪ ،‬بلکه دا دولت وو چه خپل قانون ئې شریعت‬
‫وټاکه او له همدې شریعت الندې ئې خپل خلک "اسالم‬
‫پرسته" تربیه کړل‪ .‬چه د وطندوستي اخالق او مسئولیت‬
‫ئې له السه ورکړ‪ .‬همدغه علت وو چه د شلمې پیړۍ په‬
‫پای کې وطن د همدغو مسلمانو او حزبي شوو افغانانو له‬
‫السه وران کړل شو او وطني لوی جرم او خیانت همدغو‬
‫افغانانو سرته ورساوو‪ .‬د وطن هر څه ئې غال کړل‪ ،‬که یو‬
‫‪896 of 1205‬‬

‫د اوبو بند جوړ شوی وو‪ ،‬مګر ماشینونه ئې غال کړل‪ ،‬که‬
‫شفاخانه جوړه شوې وه‪ ،‬میز‪ ،‬چوکۍ‪ ،‬البراتوارونه او د‬
‫مریضانو بسترې ئې غال کړې‪ .‬ځنګلونه ئې ووهل‪ ،‬موزیم‬
‫او تاریخي آثار ئې ړنګ او چور کړل‪.‬‬
‫‪ .۵‬کله چه هیواد او دولت جوړ شوی نه وو‪ ،‬ددې هیواد‬
‫اوسیدونکو د خپل الس تولید په خپله خوړل او خپل د کلي‬
‫داخلي ژوند ئې پخپله پخپل کلیوالي قانون جوړاوو‪ .‬مګر‬
‫دولت چه کله جوړ شو‪ ،‬نو خلکو یو نوی دښمن پیدا کړی‬
‫وو چه هر رنګه فساد‪ ،‬رشوت او ظلمونه پکې وو‪ .‬ددې‬
‫خلکو هغه طبعي آرامش ئې ګډوډ کړ‪ ،‬دولت یو بداخالقه‬
‫قشر وروزه او د خلکو ساده اخالق ئې له منځه ویوړ‪.‬‬
‫ساده مال څخه ئې یو سیاسي مال جوړ کړ‪ .‬اخوانیزم په‬
‫سیاسي قوت ښکاره شو چه دولت نازاوو‪ .‬دا دولت وو چه‬
‫پردي راغلي عربانو ته ئې د پیغمبر د اوالدې مقام ورکړ‪.‬‬
‫ځمکې ئې ورکړې او د دولت په اسالمي فیصلو کې ئې‬
‫شریک او واکمن کړل‪ .‬خپل خلک ئې د همدغو نامعلومو‬
‫عربو مخې ته د "مریدانو" او غالمانو په سویه په سجده‬
‫او الس په نامه ودرول‪ ،‬وئې روزل او تشویق ئې کړل‪.‬‬
‫‪897 of 1205‬‬

‫‪ .۶‬د افغانستان هم جغرافیاوي موقعیت او هم تاریخي‬


‫پس منظر د ټول تاریخ په اوږدو کې نه د یو مرکزي دولت‬
‫نښې لري او نه پدې خاوره کې د دولت داري استعداد‬
‫پیدا شو‪ .‬که په قانون او یا که په ملي همدې دوو اصلي‬
‫اصولو د افغانستان د نني هیواد خاوره کې د پرتو قامونو‬
‫خصلتونه وتلل شي‪ ،‬مګر په دواړو حاالتو کې له‬
‫افغانستان څخه د قانون هیواد جوړ شوی ندی او جوړ به‬
‫نشي ‪.‬‬
‫‪ .۷‬دا هیواد چه غرونه ئې هر افغان ته ښکلي وو‪،‬‬
‫خصوصا ً د پښتنو د شاعرانو الهام اکثرا َ له همدغو دنګو‬
‫غرونوڅخه وو‪ .‬پښتنو خپل نوم ال په غرونو تړلی وو‪.‬‬
‫پښتون او پښتانه یانې د غره خلک‪ ،‬مګر دا لوړ او پاک‬
‫غرونه او د سرودونو شعرونو الهام بښونکي لوړې څوکې‬
‫په ډیر افسوس چه د شلمې پیړۍ په پای کې د حزب او‬
‫حزب بازیو د نفاق‪ ،‬د دښمنیو‪ ،‬د غلو‪ ،‬د غال او د غدیو‬
‫مرکزونه شول‪ .‬د راز راز جرمونو او جنایتونو تورې تیارې‬
‫پرې ولویدلې‪ .‬هغه پرونۍ مینه چه له غرو سره کیدله‪ ،‬مګر‬
‫په ډار او نفرت بدله شوله چه د هر اسالمي حزب مجاهد‬
‫‪898 of 1205‬‬

‫غړي به یا د الرویو الرې د یوه کمره شاته نیولې وې‪ ،‬یا به‬
‫ئې د خپل مخالف حزبي غړي د وژلو په مقصد کمین پګې‬
‫نیولی وو‪.‬‬
‫ټول مسلمان افغانان‪ ،‬فرد فرد حزبي افغانان‪ ،‬نن چه‬
‫افغانستان د بین املللي ساتونکو له خوا څارل کیږي‪،‬‬
‫نشي کوالی چه په هسک سر د خپل هیواد د غرونو‬
‫خاموشو هسکو څوکو ته په پاکو سترګو او په پاک وجدان‬
‫وګوري‪ .‬دا یو حقیقت دی چه د جهاد د جنایتونو د کلونو‬
‫او د مجاهد د غال او د جرمونو له ورځو څخه پاته د‬
‫وحشت خاطرې تل په زړونو کې په ډار پاته دي‪ .‬چه په هر‬
‫ځل د جهاد له السه زخمي شوې سینې غرونو ته وګوري‬
‫بیرته له خپلو غرونو هم ډاریږي‪ .‬هم شرمیږي چه انسان ته‬
‫هماغه کلونه او هماغه ورځې ور په یادوي‪ .‬هغه ورځې او‬
‫هغه کلونه چه د افغانستان اوسیدونکي پکې د یو اشغالګر‬
‫قوت په توګه ښکاره شول او هر حزبي افغان چه هر‬
‫جنایت غوښت هغه ئې سرته ورساوو‪ .‬تیر کاذب او‬
‫دروغجن د مخ نقابونه او پوښونه ئې له مخونو څخه ولویدل‬
‫چه دوی ته په کلونو کلونو "آریائي‪ ،‬باتور‪ ،‬آزادګان" ویل‬
‫‪899 of 1205‬‬

‫شوي وو‪ .‬مګر د افغانستان همدا غرونه شاهد دي چه دا‬


‫ټولې خبرې دروغ وې‪ .‬همدا دروغ او فریب کاره خبرې‬
‫ګناه وه چه د روشنفکرانو په نوم قشر همدا دروغ او‬
‫ګناوې سرته رسولې وې‪ .‬ال نن ئې ‪۲۰۰۴‬م هم سر ته‬
‫رسوي او ال هم د خپل انساني شرف دښمنان او په خپل‬
‫ذلت خوښ دي‪.‬‬
‫په افغانستان کې داسې غر موجود ندی چه په ملنو‬
‫او درو کې ئې قتل یا غارت ترسره شوي نه وي او له ګناه‬
‫پاک پاته وي‪ .‬پدې هیواد کې داسې کور نشته چه د هغه‬
‫کور دیوالونه‪ ،‬غولي او پاس چت د بل وطنوال په باره کې د‬
‫تور او تهمت او یا د قتل پالن پکې جوړ شوی نه وي او یا‬
‫له همدغو ګناوو پاک پاته وي‪ .‬څومره افسوس چه د هر‬
‫کور دیوالونه په غیبت ککړ دي‪ .‬خصوصا َ چه د افغانستان‬
‫په خاوره پرتې الرې هم پاکې پاته نشولې‪ .‬د کمونستي‬
‫کودتا څخه بیا د مجاهدینو او ورپسې د طالبانو له‬
‫واکمني سره کاږه ګامونه د کږو انسان دښمنه مقاصدو‬
‫او پالنونو ترسره کولو په خاطر کیښودل شول‪ .‬د کابل‬
‫کوڅې هم همداسې ګناوې ولیدلې چه کوڅه په کوڅه‬
‫‪900 of 1205‬‬

‫حزبي جنګونو او پکې جنایتونه سرته ورسیدل‪ .‬یا که ووژل‬


‫شول او یا که الروي ودرول شول او له ځانو ئې او له جیبو‬
‫ئې د ځان او د جیب شیان وویستل شول‪ .‬ورسره نارحمه‬
‫په کنداغونو ووهل شول او وهونکو به ئې له السه د الس‬
‫ساعت او له جیبو څخه پیسې وویستلې‪ .‬یا ال دردناکه دا‬
‫وو چه طالبانو به د درول شوو ګیره کچ کوله چه آیا په‬
‫اسالمي اصولو برابره اوږده ده که نه ده؟ که به نه وه‪ ،‬نو‬
‫یو ځوانکي طالب به د نیکه په ځای یو سپین ګیری ودراوو‬
‫او له شرعي تفتیش نه وروسته به ئې د ټولو تر مخ په ُدرو‬
‫وواهه‪.‬‬
‫اوس هماغه الرې وینو چه کمونستان پرې تیر شول‪،‬‬
‫اوس هماغه الرې دي بدلې شوې ندي‪ .‬هماغه جنایت‬
‫کاران او مجاهدین او قاتالن او غله دي‪ ،‬بدل شوي ندي‬
‫فقط په دومره توپیر چه لکه د هغو ورځو په شان په اوږو‬
‫کې ئې ظاهرا ً وسلې پرتې ندي‪.‬‬
‫که چیرې د امریکا په مشرۍ دا د مرستې نظامي قوت‬
‫زمونږ په هیواد کې نه وای او که په پایتخت کابل کې همدا‬
‫‪901 of 1205‬‬

‫جهاني څارونکي او ساتونکی دغه نن له کابل څخه‬


‫اووځي‪ ،‬نو به بیا هماغه جنګ‪ ،‬تجاوز او وژل به وي‪.‬‬
‫چه د همدې هیواد کاڼي‪ ،‬غرونه او بوټي ئې شاهد دي‬
‫چه افغانانو له ځبلو او وژلو خوند آخستی او په خپل دننه‬
‫کې ئې پروت د پرون ژوند مظلومیت او لیدلي حقارتونو ئې‬
‫په خپل فرصت هماغه انتقام آخستی دی‪ .‬یو ظالم ترینه‬
‫جوړ شوی څومره ئې چه پرون هماغه ظلم لیدلی مګر‬
‫بهانه یا کمونیزم شوی او یا اسالم‪.‬‬

‫زما یاد شي په هغه وخت کې چه د طالبانو پوښې په کابل‬


‫کې ټینګې شولې او د خپل قدرت او زور ښودلو وسایل ئې‬
‫تر السه کړل‪ ،‬نو ئې د ګیرې او د سر د ویښتانو معاینه او‬
‫اسالمي تفتیش ددوی د اقتدار یوازنی ذوق وو‪ ،‬چه د خپل‬
‫پټ انتقام ُعقدې ئې پکې چوولې‪.‬‬
‫پټې پرونۍ عقدې به یې ارضا کیدلې او په ذوق به ئې‬
‫خوند آخست‪ .‬همداسې چه کله په جماتونو یې کې د هغې‬
‫کوڅې د اوسیدونکو لست جوړ کړ چه آیا له کوم کور څخه‬
‫ملانځه ته ندي راغلي‪ .‬او د کور ور به ئې په ډارونکي غږ‬
‫‪902 of 1205‬‬

‫ټکاوو او د کور څښنت به ئې د نورو تر مخ د شریعت په‬


‫ُدره واهه‪ .‬نور کرار کرار د داسې ناروغي السونه د یو نفر‬
‫د ځان کالیو ته هم ورسید‪.‬‬

‫د طالبانو د اقتدار په کلونو کې یوه ورځ زمونږ د سپرلیو‬


‫موټر ودرول شو‪ ،‬چه زه پاکستان ته تلم او په خپل کور کې‬
‫مې دومره ګیره پریښودله چه ددوی لپاره یو اسالمي‬
‫پاسپورت غوندې وو‪ .‬مګر کله چه یو مسلح ځوان طالب‬
‫دموټر دننه په ټولو سپرلیو سترګې تیرې کړلې نو ګوته ئې‬
‫ماته ونیوله چه‪" :‬ته راکوز شه!“‪ .‬مانا دا چه یو نفر باید‬
‫حتما َ ددوی د اقتدار او واکمني او د تفتیش نمایش کې‬
‫داخل شي او نورو ته ئې د قدرت زور معلوم شي‪ .‬نو ماته‬
‫ئې ځیر ځیر کوز او پاس وکتل چه زما د ملسي په ځای‬
‫دوه طالبان وو او اوس اوس ئې وړې وړې ګیرې شنې‬
‫شوې وې او په سترګو ئې رانجي هم پورې کړي وې‪ .‬خو‬
‫چه نور څه ئې پیدا نکړل‪ ،‬نو ئې زما د پرتاګه پایڅو ته‬
‫ګوته ونیوله پدې اسالمي هوشدار‪:‬‬
‫”تاسې به څه وخت اسالم زده کوئ! ها؟ څه وخت به‬
‫سنت په‬ ‫د حضرت محمد مصطفی صلی اهلل علیه و صلم ُ‬
‫‪903 of 1205‬‬

‫ځای کوئ؟ …"‪ .‬کله مې چه ترې واوریدل چه د پایڅو‬


‫سنت هم شته‪ ،‬نو دغه مفتش طالب د علم فروشي په‬
‫نیشه کې لکه چه د یو ماهر اسالمي عالم حرکاتو او آواز‬
‫ځان سمبالوی او د یو جمات ممبر څخه وعظ ورکوي‬
‫وویل‪" :‬زمونږ پیغمبر به د خپل پرتاګه پایڅې له بیډیو دوه‬
‫ګوتې پورته تړلې‪ .‬نو دا یو سنت دی! او د پیغمبر هر څه‬
‫په موږ باندې د سنت په توګه اسالم فرض کړي دي…“‪.‬‬
‫مګر دغه طالب ته چه "پښتون" وو ما هم د یو پښتانه او‬
‫د یو دوست په دوستانه تبسم د هغه په سترګو کې‬
‫دوستي وپاروله او د هغه په اوګه مې الس کیښود‪ ،‬پدې‬
‫خبرې چه‪" :‬مولوی صاحب! تاسې خو د دین عاملان‬
‫یاست” …"‪ .‬نو پدې خبرې زیات خوښ شو ژیړ ژیړ‬
‫غاښونه ئې په ډنګر مخ کې ښکاره شول‪ ،‬چه سخت رحم‬
‫مې پرې راغی او ددوی د جهالت د تیارو علتونه او تیرې‬
‫پیړۍ مې په ډیر درد کتار کتار مخ ته ودریدلې چه اسالم‬
‫او جهالت لدغو معصومو انسانانو څخه څرنګه یو مخلوق‬
‫جوړ کړی دی‪ .‬نو بیا مې ورته وویل چه‪" :‬عربانو پرتوګ‬
‫نه آغوست‪ ،‬زما پښتون ځوانه! حتی اوس هم ال یوازې‬
‫اوږده اوږده کمیسونه آغوندي او دا ددوی د کالیو‬
‫‪904 of 1205‬‬

‫ځانګړتوب دی‪ .‬چه ورسره چلتارونه هم په سر کوي‪.‬‬


‫محمد هم یو عرب وو‪ .‬لکه تا غوندې یو پښتون نه وو‪.‬‬
‫پرتوګ په مونږ پښتنو کې وو‪ ،‬پښتانه لکه عربان بې له‬
‫پرتاګه څخه کمیس نه آغوندې“‪.‬‬

‫که خبره د الرو وي‪ ،‬نو هماغه ترخې خاطرې هم ورسره‬


‫دي‪ .‬مګر ډیر ځله د افغانانو له خولو څخه چه کله آورو چه‬
‫طالبان ظاملان وو‪ .‬دا د نن ورځې خبرې دي‪ ،‬چه د امریکا‬
‫په مټ طالبان او د هغوی ظلمونه نشته‪ .‬مونږ په ډیر‬
‫افسوس چه ال اوس هم رښتیا نه وایو او د حقیقت بیان مو‬
‫په سینو کې نشته‪ ،‬یو او بل ته دروغ وایو دا ځکه چه‪:‬‬
‫همدا افغانان وو چه د طالبانو په مقابل کې خاموش‬
‫وو او په سرتاسري هیواد کې د طالبانو اسالم ئې منلی‬
‫وو‪ .‬هغوی ته ئې واقعي مسلمانان ویل او تش یو حرکت ال‬
‫هم د افغانستان په هیڅ یو والیت کې د طالبانو د ظلم په‬
‫ضد له یو ملي او انساني بیرغ الندې ښکاره نشو‪.‬‬

‫دا بیا هم یو فریب دی چه امریکایانو هم ال منلی چه ګویا‬


‫"د احمد شاه مسعود" په مشرۍ جمعیت اسالمي‪ ،‬او د‬
‫‪905 of 1205‬‬

‫عبدالرب رسول سیاف د اتحاد اسالمي حزب او د شیعه‬


‫مذهبو د وحدت اسالمي حزب او د ازبکو مشر جنرال‬
‫دوستم د قوتونو شمالي اتحاد او ائتالف ګویا له طالبانو‬
‫څخه د وطن د آزادي لپاره جنګ کاوو‪ .‬نه داسې نه وه!!‬
‫باید ځان ونه غولوو‪ ،‬باید هیوادونه ونه غولوو او خپل‬
‫وجدان ونه غولوو‪ .‬بلکه دا جنګ د قدرت لپاره وو‪ ،‬او دا‬
‫جنګ د فارسي ژبو او د پښتنو طالبانو تر منځ وو‪ .‬دوی‬
‫دواړو اسالم غوښت او ددوی ټولو اسالم سیاسي اسالم‬
‫وو‪ .‬پرته له"عبدالرشید دوستم" نه چه پخوانی کمونست وو‪،‬‬
‫او اوس هم د پښتنو اقتدار او د پښتنو قام ته "د فاشیزم‬
‫اقتدار او پښتنو ته فاشیستان" وائي‪ .‬دا اصطالحات ئې‬
‫په کمونستي دوره کې له ډیره پخوا څخه "د ډاکتر نجیب‬
‫په وخت کې" زده کړي وو‪ .‬ډاکتر نجیب ډیر مجاهدین د‬
‫همدې دوستم د ازبکو د قام په نظامي قوت وځبل‪.‬‬
‫دا په نوم شمالي اتحاد یو د بل دښمن حزبونه وو چه‬
‫کابل ددوی د جنګونو له السه په کنډواله واووښت‪ .‬آیا کومه‬
‫انګیزه وه چه دوی ئې د طالبانو په ضد یو الس کړل؟‬
‫پوښتنه همدا ده چه ځواب غلط ورکړل شو او دا غلط‬
‫‪906 of 1205‬‬

‫ځواب ال تر اوسه هم غلط پاته دی‪ .‬امریکایانو هم په‬


‫همدې غلط ځواب غوږونه کاڼه واچول‪.‬‬
‫د مسلمانو افغانانو په دروغو او فریب کې امریکایان هم‬
‫شریک شول‪ .‬باید له یاده اونه اوځي چه د جمعیت‬
‫اسالمي د حزب رهبر بدخشاني "رباني" ال د جهاد په‬
‫کلونو او په پیښور کې چه د عرب او عربو په پیسو او‬
‫وسلو مست وو‪ ،‬ال هغه وخت به ئې د یو متفکر رهبر په‬
‫نمایش دا آرمان تکراراوو چه‪ :‬سخن از یک تاجکستان‬
‫کبیر است‪ .‬و سخن از یک چنین آرمان بزرګ تاریخست‬
‫که مایان در پیش رو داریم ‪ .“! ...‬دغه تاجک رهبر لوی‬
‫تاجکستان غوښت‪ .‬کله چه مجاهدین کابل ونیوو‪ ،‬نو ازبک‬
‫"عبدالرشید دوستم" د هندوکش د سالنګ د غره په لوړو‬
‫یوه لوحه وځړوله چه په هغې لوحې لیکل شوی وو‪" :‬به‬
‫خراسان نو خوش آمدید!“‪ .‬د احمد شاه مسعود له خولې‬
‫وتلې خبره دوه ځلې زما غوږو ته ورسیدله چه ویل ئې‪:‬‬
‫”بعد از این نوبت سلطنت دوصد سال ٔه افغانها به پایان‬
‫رسیده و حال نوبت ماست‪ ،‬و این کار حتمیست ‪.“! ...‬‬
‫‪907 of 1205‬‬

‫په بله خبره کې ېې دا آرمان نغښتی وو چه "طالبان‬


‫میتوانند تا به دامنه کوه هندوکش اقتدار داشته باشند‪،‬‬
‫ولې پشتونها آنسوی سلسله هندوکش حق یک ګام را هم‬
‫ندارند‪ .‬برای طالبان هرګز اجازه داده نخواهد شد تا یک‬
‫قدم بسوی شمال پیشروی کنند“‪ .‬شعیه مذهبو هزارګانو‬
‫هم مستقل هیواد او مستقل دولت غوښت چه د پښتنو الس‬
‫ترې لنډ وي‪ .‬پښتون ګلبدین حکمت یار له شمالي اتحاد‬
‫څخه الس واخیست‪ .‬یوازې پښتون عبدالرب رسول سیاف‬
‫بې هدفه پاته شو چه کوم مهم قوت نه وو‪ .‬د حزب اکثریت‬
‫غړي یې په چرس څکولو معتاد وو او بې خصلته عناصر‬
‫پکې راغونډ شوي وو‪ ،‬چه همدغه رسول سیاف د جهاد په‬
‫کلونو کې د افغانانو ډیرې نجونې عربانو ته بخشش او یا‬
‫ئې په عربانو خرڅې کړلې‪ .‬د خلیج فارس د عربو وهابي‬
‫شیخانو نوموړي ته زیاتې پیسې ورکړلې چه دا نن په‬
‫کابل کې هم له هماغو عربانو زیات کسان په لوکسو‬
‫کورونو کې د افغانانو په نوم میشته شوي دي‪.‬‬
‫د افغانستان د هیواد خاوره ویشل شوې وه‪:‬‬
‫‪908 of 1205‬‬

‫‪.۱،‬خراسان نو‬
‫‪ .۲‬تاجکستان کبیر‪،‬‬
‫‪ .۳‬هزارجات‪.‬‬
‫درۍ نیمه مستقله هیوادونه پکې پالن شوي وو‪ .‬د درۍ‬
‫واړو قامونو"تاجک‪ ،‬ازبک او هزاره" یوازنی مطلب دا وو‬
‫چه له پښتنو څخه لیرې شي‪ .‬او د خپل خپل قام مستقل‬
‫نیمه هیوادونه ولري‪ .‬اسالم یوه ظاهري بهانه وه‪.‬‬

‫دا هغه مهمه موضوع ده چه‪:‬‬


‫‪ .۱‬د افغانستان په نوم چه کله یو هیواد جوړ شو کال‬
‫‪۱۷۴۷‬م‪ ،‬ملي هیواد نه وو‪ .‬او په ملي اراده جوړ نشو‪،‬‬
‫ملي اهداف پکې نه وو‪ .‬نتیجه له نوي جوړ شوي دولت‬
‫څخه کرکه او بیزاري وه‪.‬‬
‫‪ .۲‬دا بیزاري که خاموشه هم وه‪ ،‬مګر موجوده وه‪ .‬یانې له‬
‫منځه تللې نه وه‪.‬‬
‫‪ .۳‬د دغې خاموشې کرکې‪ ،‬مګر بهر یو غولونکی تصویر‬
‫موجود وو‪ ،‬چه د قلم خاوندانو دغې غولونکې خاموشي ته‬
‫د "متحد ملت" نوم ورکاوو‪ .‬مانا دا وه چه مونږ پخپله خپل‬
‫‪909 of 1205‬‬

‫ځانونه غولول‪ .‬پداسې حال کې چه دولت د هر رنګه بې‬


‫مسئولیتي او ظلم‪ ،‬رشوت او فساد‪ ،‬د یوې ځبونکې‬
‫بیروکراسي دا غول ماشین چالوو‪ .‬او خلک ئې تر دو‬
‫سپنګمو راوستي وو‪ .‬په هیڅ یو دولتي مامور که وزیر وو‬
‫که قاضي وو که پولیس وو او که حاکم وو باور نه وو‪ .‬له‬
‫غلو نه پولیس او حاکم غلتره او ظاملتره وو‪ .‬دولت لکه یو‬
‫سرطاني دانه داسې وه‪ ،‬چه د افغانستان په خلکو کې هم‬
‫پردۍ وه او هم مهم دردونه له همدغې دانې څخه پیدا‬
‫کیدل‪ .‬خلکو هیڅکله نغوښتل چه سیمې او کلي ته د دولت‬
‫سړک ورشي‪ .‬سړک په مانا ددې وو چه د دولت ظلم‬
‫ورځي‪ .‬که دا مختلف قامونه ظاهرا َ خاموشه وو‪ ،‬مګر مانا‬
‫ئې دا نه وه چه له دولت څخه راضي دي‪ .‬او یا مختلف‬
‫قامونه له یو او بل سره وروڼه دي‪ ،‬متحد دي او دوستان‬
‫دي‪ ،‬نه داسې نه وو‪ .‬ددوی خاموشي د دوی له وسلو څخه‬
‫تش السونه وو‪ .‬کله چه دا وسلې ئې د جهاد په وخت کې‬
‫الس ته ورغلې او وسلې د یو حزبي تشکیل له نظم او‬
‫دیسپلین الندې په ال زیات قوت واووښتلې‪ ،‬چه کوالی ئې‬
‫شولې خپل پروني دردونه او ددوی په سینو کې پاته‬
‫‪910 of 1205‬‬

‫بیزاري او کرکې ته د وسلو له خولو څخه آواز ورکړي‪ ،‬لکه‬


‫څرنګه چه همداسې وشول‪.‬‬

‫زموږ د هیواد د جغرافیاوي خصوصیت او د قامونو په‬


‫خپل خپل حالت او خاص میشت والي کې د "ملت" په نوم‬
‫نه تاریخي شرطونه موجود وو او نه هم د کوم معاصر او‬
‫خذمت ګار دولت له خوا داسې ملي او مثبت شرطونه برابر‬
‫شول‪ .‬بلکه برعکس په ډیر افسوس د "پښتنو په نوم دولت"‬
‫تبلیغ بیرته هم پښتانه وغولول او هم دا د نورو قامونو لپاره‬
‫د جدائي بهانې ډیرې کړلې‪ .‬چه د ورځني ژوند او فقر‬
‫نښې له بل هر قام څخه د پښتنو په قام کې ډیرې وې‪ .‬له‬
‫بل هر قام څخه بیسوادتره او فقیرتره همدغه پښتانه وو‪.‬‬
‫تش دومره چه د سلطنتي خاندان غړي د کندهار د‬
‫سدوزیو او بیا د محمدزیو د پښتنو له قام څخه وو‪ .‬مګر‬
‫یوه پاچا هم په پښتیو نه خبرې کولې او نه ئې فرمانونه په‬
‫پښتیو ژبه او لیک وو‪ .‬حتی د ډیرو خو ال پښتو ژبه بیخي‬
‫نه وه زده‪.‬‬
‫‪911 of 1205‬‬

‫‪ .۴‬کله چه بیا خبره ‪۲۰۰۱‬م کال د امریکا د نظامي قوتونو‬


‫په مشرۍ په افغانستان کې د طالبانو په ضد جنګ کولو‬
‫ته ورسیدله‪ ،‬امریکا او نور جهانیان هم چه کله زمونږ په‬
‫دروغو کې شریک شول او هم زمونږ په کږې الرې رهي‬
‫شول‪ ،‬نو هغو کسانو ته ئې په دوستي الس ورکړ کوم چه‬
‫هغوی د کابل د ورانولو جرمونه سرته رسولي وو او‬
‫بدنامترین جنایت کاران وو‪.‬‬
‫ددې خبرې مانا دا نده چه امریکا او جهانیان جنایت‬
‫کاران وو او جنایت کاران ئې دوستان وو‪ ،‬بلکه خبره داده‬
‫چه امریکا او جهانیان داسې یو هیواد ته راغلي وو چه د‬
‫افغان هر حزبي شوی فرد یو جنایت کار وو‪ .‬مانا داده‬
‫چه جهانیان هم په یو داسې ډنډ کې ننوتل چه دوی هم‬
‫چراغ په الس په افغانستان کې یې سړۍ لټاوو‪.‬‬
‫د جهاد په غږ‪ ،‬تش په یو غږ په میلونو افغانان راټولیږي‪،‬‬
‫الکن که غږ د شریف او یو پاک او صادق افغان د پیدا‬
‫کولو په مطلب وشي‪ ،‬نو سل زره غږونه به په کار وي چه‬
‫ممکن یو نفر له خپل ځایه وښوري‪ .‬او د هغه غږ په لور له‬
‫هغه نورو سلو زرو څخه راجال شي‪ ،‬مګر ال به هم د شک‬
‫‪912 of 1205‬‬

‫په سترګه ورته کتل کیږي‪ ،‬او ال به ئې هم په کسمونو د‬


‫انسان باور نه راځي‪.‬‬
‫نن که جمعیت اسالمي د حزب خوله او یا د هزارګانو‬
‫د حزب خوله او یا د عبدالرشید دوستم ژبه خاموشه ده او‬
‫د امریکا د نظامي قوت له سیورې الندې په افغانستان کې‬
‫د سولې خبرې کوي‪ ،‬مګر امریکا او جهانیان د باید پوه‬
‫شي چه ال تر اوسه علم دومره قوت ندی ماندلی چه دا د‬
‫طبعیت او د خلقت قانون رد کړي چه "له لیوه نه هیڅکله‬
‫پسه جوړ شوی ندی!“‪.‬‬

‫***‬
‫‪913 of 1205‬‬

‫او په یوویشتمه پیړۍ کې…‬

‫)‪(۱‬‬

‫که په امریکا باندې د افغانستان له خاورې څخه د‬


‫القاعدې د تیرور پالن شوې وژونکې حادثه واقع شوې نه‬
‫وای‪ .‬که په افغانستان کې طالبان په اقتدار کې نه وای‪ ،‬او‬
‫که طالبانو د خپل وطن د خاورې واک یې یو تیروریست‬
‫عرب "اسامه" ته سپارلی نه وای‪ ،‬نو به د جهانیانو له خوا‬
‫السونه افغانستان ته غځیدلي نه وای‪ .‬چه افغانستان ته‬
‫یو ”سیاسي پټوکۍ“ جوړ کړي‪.‬‬
‫بحث په همدا سیاسي پټوکې باندې دی چه نن‬
‫ظاهرا َ نوی ښکاري او پدې پټوکي د "دیموکراسي" نوم‬
‫لیکل شوی دی‪.‬‬
‫موږ نن په افغانستان کې راغلو جهانیانو ته ګورو‪ .‬آیا‬
‫دوی ته دومره خوش باوره ووایو او دا دلیل راولو چه‬
‫افغانان واقعا َ نه پیژني او که نه په پیژندلو ئې خپلې‬
‫سترګې پټوي‪ ،‬او که نه خپل ځانونه غولوي؟‬
‫‪914 of 1205‬‬

‫که په طالبانو پسې وسلې ګرځوي او په افغانستان کې‬


‫پوځي هډې جوړوي‪ ،‬مګر دا یوازې د طالبانو خبره نده او‬
‫نه هم یوازې ”د افغانستان او طالبانو" خبره ده‪ ،‬بلکه دا‬
‫په‪:‬‬
‫‪ :-‬ټوله نړۍ کې د اسالم خبره ده‪.‬‬
‫‪ :-‬په تیر تاریخ کې د اسالم د جهاد او د جنایتونو‬
‫دپیژندنې خبره ده‪.‬‬
‫‪ :-‬د محمد نومي عرب د شخصي ژوند او د هغه له خوا د‬
‫دین په نوم په ملړي ځل د شوي تیرور خبره ده‪.‬‬
‫‪ :-‬دا د اسالم د همدغه تیرور او جنایت د بنیاد د پیژندلو‬
‫او د بنیاد ایښودونکي د پیژندلو او د مطالعې او څیړنې‬
‫خبره ده‪.‬‬
‫ـ‪ :‬دا د مرض د میکروب او عامل پیژندنه ده‪.‬‬

‫داده هغه اساسی مسله چه ملړی باید د مرض میکروب‬


‫وپیژندل شي‪ ،‬که نه خو د ناروغ په وژلو به مشغول یاستو‪.‬‬
‫د ناروغ په وژلو هیڅکله پخپله ناروغي له منځه نه ځي‪.‬‬
‫‪915 of 1205‬‬

‫دادی چه نن ټول جهان د اسالم د جهاد او د تیرور د‬


‫خطر په وړاندې ددې میکروب د پیژندنې له ضرورت سره‬
‫مخامخ شوی دی‪ .‬او ډیره هیله کیږي چه جهانیان واقعا‬
‫او په جدي توکه د مرض دعلت پیژندلو ته متوجه شي‪ ،‬نه‬
‫چه یوازې د مرض اعراض مؤقتا ً له منځه یوسي‪.‬‬

‫د اسالم د پیژندلو لپاره‪ ،‬ډیر ډیر مهم دادی چه‬


‫د مسلمانانو‪ ،‬خصوصا ً هغوی چه ځانو ته د اسالم عاملان‬
‫وائي‪ ،‬د هغوی په خولو کې "سل ژبې" باید وپیژندل شي‪.‬‬
‫ولې چه دوی سل ژبې لري‪.‬‬
‫دا ژبې د عوام فریبي لوړ شیطاني مهارت لري‪ .‬هر آیت‬
‫او هر حدیث ته سل ماناوې ورکوي‪ .‬دوی وخت ته ګوري‬
‫او وخت پوره پیژني‪ .‬له وخت سره خپلې ژبې تل د اسالم‬
‫په ګټه آړوي‪ .‬پدې منافقت کې خاص استعداد لري او دا‬
‫استعداد دوی ته له پیړیو پاته دی‪ .‬دداسې منافقت او‬
‫شیطاني ځیرکي سل ژبې کتابونه د اسالمي درسونو په‬
‫نوم مدرسې لري‪ .‬پدغو مدرسو کې معصوم ذهنونو ته د‬
‫جهاد او جنایت او د عربو د بربریت د زمانې د خرافاتو‬
‫‪916 of 1205‬‬

‫زهر پیچکاري کیږي‪ .‬او دا ناخبره اذهان د اسالم د مرض‬


‫ابدي او تباه کونکی میکروب نیسي‪.‬‬
‫دا هغه خطرناک میکروب دی چه‪:‬‬
‫د خدای پاک نوم په غلط تعبیر اذهانو ته پیچکاری کیږي‪.‬‬
‫او خدای پرسته معصوم او ناخبره زړونه یې بالخره مني‪،‬‬
‫چه "قرآن" د خدای کتاب دی‪ .‬مني چه "کعبه" د خدای‬
‫کور دی‪ .‬مني چه "محمد" د خدای پیغمبر دی‪ .‬او دا هم‬
‫مني چه اسالم د خدای دین دی‪ .‬مانا ئې داده چه نور نو‬
‫هغه پاک او معصوم مګر ناخبره زړه د عربي اسالم د‬
‫جهاد او د جنایتونو میکروب چیچلی دی‪ .‬چه لدې ناروغي‬
‫څخه ئې ناروغه سترګې یوې خوا ته مسلمان ویني او بله‬
‫خوا د اسالم دښمن "کافر" ویني او بس‪.‬‬
‫دا مني چه ټول بشریت په دوو برخو ویشل شوی دی‪.‬‬
‫هغوی چه "محمد" د خدای د پیغمبر په توګه نه مني‪،‬‬
‫هغوی ټول کافران دي‪ .‬او خدای پخپله پخپل کتاب کې‬
‫امر کړی او فرمایلي ئې دي چه‪” :‬کافران ووژن”!“‪ .‬خدای‬
‫په هر مسلمان جهاد فرض کړی دی‪ .‬هر هغه مسلمان چه‬
‫د خدای د دین په الر کې کافر وژني‪ ،‬هغه مسلمان یو‬
‫‪917 of 1205‬‬

‫مجاهد دی او د جنت حورې د خدای د دین د الرې‬


‫مجاهدینو ته انتظار باسي‪.‬‬
‫د اسالم د میکروب او مرض خطر له نورو ناروغیو‬
‫څخه ډیر توپیر لري‪ ،‬ځکه چه په انسان کې د هغه انسان‬
‫انساني شرف او وجدان له منځه وړي‪.‬‬
‫کله چه په ځان بمونه تړي داسې یو میکروب‪ ،‬داسې یوه‬
‫ناروغي‪ ،‬داسې یو ناروغ ذوق او تلوار چه په هغه کې‬
‫وجدان ټپ خاموش شوی‪ ،‬دا ځکه چه کافر وژني‪.‬‬
‫وجدان خاموش دی‪ ،‬مګر ځای ئې یوې خیالي فاحشه‬
‫خانې یانې "جنت" نیولی‪ .‬کله چه کافر وژني‪ ،‬تلوار لري‪،‬‬
‫دا ځکه چه "کافران" وژني‪ .‬اسالم خپل کار کړی!‬
‫له هغه پکر او قضاوت څخه ئې پردی کړی چه د بم د‬
‫چاودنې د ملبو په وحشت کې د وړو وړو ماشومانو تنکي‬
‫آلوتي السونه وویني‪ .‬او په باروتو او اور کې د یوې زړې‬
‫سپین سرې مور سوزیدلي سپین ویښتان ووینې‪ .‬او هغه‬
‫ځوان وویني چه په خپلو وینو کې پروت دی چه ئې له‬
‫کلونو زیار او زحمت وروسته ئې اوس اوس خپل تحصیل‬
‫پای ته رسولی او خپل آرمان ته رسیدلی‪ ،‬چه وطن ته‬
‫‪918 of 1205‬‬

‫خذمت وکړي او بشریت ته له خپل علم څخه د کومک الس‬


‫ورکړي‪.‬‬
‫دا یو ویر دی او یو دردناکه ماتم دی چه د انسان‬
‫انساني او وجداني جهان خوځوي او په ژورو ژورو ئې‬
‫دردوي‪ .‬الکن کافي نده‪ ،‬ځکه چه دا نجات بښونکې خبرې‬
‫ندي‪ ،‬او د ژړاوو نجات بښونکې اوښکې ندي‪ ،‬تر څو چه‪:‬‬
‫همدا د درد د صحنو له بهرني څنډو څخه د هغه‬
‫انسان دروني جهان ته قلبا َ نژدې نشو‪ ،‬چه ددغو وړو‬
‫ماشومانو په وژلو ئې مال تړلې وه او یو تیروریست‪ ،‬یو‬
‫مجاهد‪ ،‬یو مسلمان او یو قاتل ترې جوړ شوی دی‪ .‬د هغه‬
‫په دننه انساني فضیلت باندې همدغه اسالم نومي‬
‫میکروب لوبې کړې دي‪ .‬د هغه د معنویت اخالقي جهان‬
‫هم پارچه پارچه کړل شوی‪ .‬د هغه اخالقي وجدان ندی‬
‫پاته‪ ،‬اسالم خاموشه کړی‪ .‬د هغه ساده ترین او هغه‬
‫طبعي ترین احساس چه یو طبعی او ساده رحم دی‪ ،‬مګر‬
‫د اسالم ناروغي هغه رحم فلج کړی دی‪ .‬که چیرې مونږ‬
‫پریږدو چه اسالم ال نور هم د انسان په شرف او په کرامت‬
‫لوبې وکړي او دوام ومومي‪ ،‬چه اسالم د خدای ددین په‬
‫‪919 of 1205‬‬

‫نوم ال نور قاتالن وروزي‪ .‬باید ومنو چه که مونږ خاموش‬


‫پاته شو نو زمونږ خاموشي د اسالم د تیروریستانو او‬
‫قاتالنو په جنایتونو کې په غیر مستقیمه توګه د شریک‬
‫کیدلو یو واقعیت دی‪ .‬چه همدا وجدان وژونکی میکروب به‬
‫مونږ د خدای د دین په نوم یا منلی وي او یا به ئې مخې‬
‫ته خاموش ناست یو‪ .‬هغه نجات چه په مونږ فرض ده هغه‬
‫نن د ټول بشریت اخالقي او بشري فریضه ده چه د دغو‬
‫ناخبرو کسانو وجدان ته نجات ورکړو‪ ،‬چه قاتالن ترې‬
‫جوړ نشي‪ .‬خدای ته او خدایتوب او د خدای نوم ته دومره‬
‫توهین ونشي‪ .‬دا د ټول بشریت لپاره محترم نوم د اسالم‬
‫له حقارت څخه وژغورو‪ ،‬چه په وژلو خوښ کیږی او قاتالنو‬
‫ته په مکافات او په تشویق خپله یوه فاحشه خانه وعده‬
‫ورکوي‪.‬‬
‫مونږ نشو کوالی چه جهان او بشریت د اسالم له‬
‫تیروریزم څخه وژغورو‪ ،‬تر هغو چه اسالم بیرته د اسالم د‬
‫جهاد او جنایتونو په خپل تاریخ کې مطالعه نکړو چه؛‬
‫ـ اسالم د قتلونو تاریخ لري‪.‬‬
‫ـ اسالم د چور او چپاول تاریخ لري‪.‬‬
‫‪920 of 1205‬‬

‫ـ اسالم د تجاوز او اشغال تاریخ لري‪ ،‬چه ټول جرمونه ئې‬


‫د خدای په نوم او د دین په شعار سرته رسولي‪.‬‬
‫ـ د اسالم السونه د معصومو او بیګناه انسانانو په وینو‬
‫ککړ دي‪ .‬او اوس هم ال زیاتې وینې غواړي‪.‬‬
‫ـ د اسالم السونه د اشغال کړو هیوادونو د ناموس په بې‬
‫عزتي ککړ دي‪ .‬دوی په سر‪ ،‬په مال او په ناموس تجاوزونه‬
‫کړي دي‪.‬‬
‫ـ د اسالم خوله د خدای نوم ته په شوو او په کړو تحقیرونو‬
‫ککړه ده‪ .‬د اسالم له خولې نه خدای کسمونه خوري‪.‬‬
‫خدای جنګونه غواړي‪ ،‬دا خدای ته لوی حقارت دی‪.‬‬
‫ـ د اسالم له خولې خدای‪" ،‬محمد" نومي عرب تیروریست‬
‫ته خپل پیغمبر وائی‪.‬‬
‫ـ خدای د اسالم په ژبه د عربو د اشغالګرانو او د عربو د‬
‫قاتالنو مالتړ دی‪ .‬قاتالنو ته جنت ورکوي‪.‬‬
‫ـ دا د اسالم له جهالت او له ګناه ډکه ژبه ده چه خپله زړه‬
‫پخوانۍ بت خانه د خدای کور ګڼي‪ .‬او د بشریت نور ټول‬
‫مخلوق کافران او ټولې عقیدې کفر ګڼي‪.‬‬
‫‪921 of 1205‬‬

‫ـ عربانو نورو مسلمانانو ته اسالم د خدای په دین او د‬


‫اسالم خدای د خپلو جنایتونو خپلوان او قوماندان معرفي‬
‫کړی دی‪.‬‬
‫ـ دا اسالم دی چه باید ملړی له هر څه یوې پاکې عقیدې ته‬
‫مخه کړي‪.‬‬
‫ـ دا اسالم دی چه هم خدائي جرمونه او عقیدوي ګناوې‬
‫سرته رسوي او هم "بیدینه" دي چه دین نلري‪.‬‬
‫ـ دا اسالم دی چه پروردګار ته باید توبه وباسي‪.‬‬
‫ـ دا اسالم دی چه خدائی عبادت ته سخت احتیاج لري‪.‬‬
‫ـ دا اسالم دی چه بشري جنایتونه سرته رسوي‪ ،‬او‬
‫وجداني جرمونو ته دین وائی او جرمونه تشویقوي‪.‬‬
‫ـ دا اسالم دی چه ‪ ۱۴۰۰‬کاله کیږي چه په معنوي فقر‬
‫دچار دی او د خدای په نوم او د خدای د خدایتوب په لوړ‬
‫مفهوم او په ال محدوده پاکتوب ایمان نلري‪.‬‬

‫***‬
‫‪922 of 1205‬‬

‫دادی چه نن په یوویشتمه پیړۍ کې اسالم خپله شومه‬


‫او وحشتناکه څهره په ټول جهان کې د تیروریزم په اعمالو‬
‫ښکاره کړې ده‪ .‬په ټول جهان کې ئې ډار‪ ،‬وسواس او‬
‫فوبي رامنځ ته کړې ده‪ .‬ال نن هم هماغه د عربو د باربار‬
‫خوی او د جرمونو بنیاد‪ ،‬مګر په پیسو او د پیسو په زور په‬
‫ال زیات خطر آووښتی‪ .‬که وړوکي هلکان اختطاف کیږي‪،‬‬
‫همالته عربو ته ځي او د اوښانو په مسابقو کې په ډیره‬
‫نارحمي کار ترې آخلي‪ .‬او هم عربان ئې د لواط په شوم‬
‫مقصد ساتي‪ .‬د "سپینو ښځو" په نوم بین املللي قاچاق‬
‫ددوی په پیسو سرته رسیږي‪.‬‬
‫اسالم به خامخا دوه شیه مني‪:‬‬

‫یو‪ :‬باید له اوسنیو جنایتونو الس واخلي‪ .‬او دا په اعتراف‬


‫کیږي‪ ،‬اعتراف او د معذرت غوښتلو لپاره په همدې پاک‬
‫مقصد پاک اخالق باید ښکاره کړي‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬دا باید ومني چه د اسالم تاریخ د بیګناه‬
‫انسانانو په وینو لیکل شوی‪ .‬ټول جنایتونه ئې د دین او د‬
‫خدای په نوم سرته رسولي دي‪ .‬چه حتما َ به محاکمه‬
‫‪923 of 1205‬‬

‫کیږي‪ .‬او بیا هم باید له پروردګار نه عفوه وغواړي‪ .‬باید‬


‫ومني او له پروردګار څخه عفوه وغواړي چه "قرآن" ته د‬
‫خدای کتاب وائي‪.‬‬
‫د اسالم محاکمه به خامخا پیل کیږي‪ .‬د عربو د خپل‬
‫ذهني ګمراهي دننه د یو تک تور جهان سند همدغه‬
‫”قرآن“ " نومی کتاب دی‪.‬‬
‫د انسان وینه له شرمه په ټول وجود دریږي چه کله‬
‫عرب وایې چه؛ دا د خدای کتاب دی‪.‬‬

‫بیا به هم اسالم کامیابه وي تر هغه پورې چه جهان او‬


‫جهانیان د اسالم دروني څهره ونه پیژني‪.‬‬
‫د اسالم د منافقت د نه پیژندلو موضوع په واقعیت‬
‫کې‪:‬‬
‫‪ .۱‬د اسالم د منافقت پیروزي او کامیابي ده‪.‬‬
‫‪ .۲‬او د جهان او د جهانیانو د ناکامي په همدا علت به‬
‫اسالم تر هغه وخته تل او تل پاته وي چه‪:‬‬
‫تر هغو په جهان کې " اخالقا َ کمزوري " کسان پاته‬
‫وي‪ .‬او تر هغو چه دا اخالقا َ کمزوري کسان اسالم ته‬
‫‪924 of 1205‬‬

‫د "خدای دین" وائي او د عربو جهاد او تیرور به د‬


‫خدای فرمان ګڼي‪.‬‬
‫اسالم به تر هغو په جهانیانو غلبه لري چه‬
‫ورته ګورو چه دا ټول جنایتونه د دین په نوم په ټول‬
‫جهان کې تر سره کوي‪ ،‬مګر بیا هم په مکاره ژبه ځان‬
‫مظلوم ښئي‪.‬‬
‫تر هغه وخته چه له اسالم څخه په اسالمي تیرور‬
‫ډار شوی ننی جهان یوازې هر هیواد د خپل خپل هیواد له‬
‫اسالمي تیرور او جنایتونو څخه د ساتلو پکر او یا نظامي‬
‫پالن لري‪ ،‬هیڅکله به نه دا وحشت له منځه ویسي او نه به‬
‫هیڅکله د اسالم جهادي ناروغ ذهنیت له منځه والړ شي‪.‬‬
‫تر هغو چه‪:‬‬
‫ټول جهان او بشریت د "اسیر شوي" وجدان د‬
‫نجات په همدې انساني او اخالقي هدف وجدانا َ پام‬
‫شوی نه وي‪ ،‬چه په مسلمان نومي کې وجدان د اسالم‬
‫اسیر دی‪ .‬دهمدې مطلب لپاره باید جهانیان نوې‬
‫وینه پیدا کړي‪ .‬داسې نوې وینه چه له یاده وتلی‬
‫”انساني معنویت“ پخپله د نني جهان او جهانیانو د‬
‫‪925 of 1205‬‬

‫”غفلت" علت شوی دی‪ .‬همدا "د انساني معنویت خالیګاه"‬


‫او غفلت دی‪ ،‬چه پکې د اسالم منافقت او وحشت ریښې‬
‫ځغلوي‪.‬‬
‫نن جهانیان له وجداني مسئولیت سره مخامخ دي‪ .‬کله‬
‫چه جهان اسالمي تیرور "بد" ګڼي‪ ،‬مګر که جهان کې هم‬
‫د معنوي بیتفاوتي "بد" پراخه شوی نه وای‪ ،‬اسالم به‬
‫هیڅکله د جهان له معنوي کمزوري څخه دومره قوت‬
‫موندلی نه وو‪.‬‬
‫خبره د لوی انسانیت ده‪ .‬دا لوی انسانیت په وسلو‬
‫نه دوستان کیږي‪ .‬دا لوی انسانیت یوازې په پیسو نه یو‬
‫ځای کیږي‪ .‬پیسې وسیله ده‪ ،‬مګر په تأسف چه نن د‬
‫جهان هدف شوی دی‪ .‬همدغه علت دی چه هره ورځ د‬
‫جهانیانو ژبې او زړونه سره جال کیږي‪ .‬د جهانیانو دا زَړَه‬
‫وینه نور پخپله همدا زمونږ زوړ جهان نه مني‪ .‬تر هغو چه‬
‫دا لوی جهان په یو واحد او پاک هدف راټول نشي‪ ،‬کوم‬
‫چه هغه د "انسان" نوم او د "انسان کرامت" دی‪.‬‬
‫د اسالم تیرور باید مونږ یو نوی پکر او نوي معنوي‬
‫پاڅون ته متوجه کړي‪ .‬باید زمونږ د زړه وینه بدله شي‪.‬‬
‫‪926 of 1205‬‬

‫زاړه سیاستونه نور زاړه شوي او بدنامه شوي دي‪ .‬ال نن‬
‫هم دروغ او فریب حکومت کوي‪ .‬د سیاست مدارانو خام‬
‫پکرونه او کاږه کاږه ګامونه دي چه د اسالم منافقت ته‬
‫بهانه په الس ورکوي‪ ،‬چه د خپل تیروریستي اعمالو لپاره‬
‫یا فقر بهانه کړي‪ ،‬یا د جهاني بې عدالتیو په لور ګوته‬
‫ونیسي او یا د فلسطین موضوع مطرح کړي‪.‬‬
‫مګر ناخبره لدې چه د اسالم جهاد او تیرور د اوس‬
‫خبره نده‪ ،‬بلکه د اسالم بنیاد د تیرور او جهاد په جنایتونو‬
‫جوړ شو‪ .‬د اسالم ملړنی تیروریست او قاتل د اسالم‬
‫جوړونکی "محمد" وو‪ .‬عرب دا نشي ردولی چه د "محمد"‬
‫په مشرۍ د هغه ډلې ملړني جنایت د دین په نوم ترسره‬
‫کړي ندي‪ .‬عرب دا نشي انکار کولی چه "محمد" د مقدس‬
‫جنګ په نوم کورونه چور کړي ندي او د جهاد د غنیمت په‬
‫پلمه د نیول شوو ښځو په شرف او په ناموس تجاوزونه‬
‫کړي ندي‪ .‬همدا عرب پخپله د ډیرو ښځو په پت او عزت‬
‫قهرا َ تجاوز وکړ‪ .‬د ټولو ښځو شمیر ئې لسهاوو ته‬
‫رسیدلې‪ ،‬چه خپله د عربو ماخذونه ئې شاهد دي‪ .‬دا هغه‬
‫‪927 of 1205‬‬

‫وخت وو چه د فلسطین په نوم کومې پلمې یا موضوع وجود‬


‫ندرلود‪.‬‬
‫تر دا ننه پورې چه په بشریت کې مختلفې عقیدې یا‬
‫د مذهب او د دین په نوم پیژندل شوي دي‪ ،‬مګر هیڅ یوه‬
‫ځانته پیغمبر ویونکي ندي ویلي چه‪" :‬څوک چه زما‬
‫پیغمبري نه مني کافر دی‪ ،‬خدای وائی چه وئی وژنۍ!“‪.‬‬
‫مګر همدا خبره د "محمد" نومي عرب دین شوی دی‪ ،‬چه‬
‫په اسالم یادیږي‪ .‬همدغه جنایتونه‪ ،‬چور او چپاول او د‬
‫ښځو په ناموس تیری د خلکو په سر او مال تجاوزونه هم‬
‫محمد او هم د هغه پیروانو سرته رسولي دي‪ .‬د خدای له‬
‫خولې ئې ویلي دي او د خدای پاک نوم ئې پکې داخل‬
‫کړی او تبلیغ ئې کړی دی چه‪:‬‬
‫”څوک چه زما پیغمبر محمد په پیغمبري نه مني‪،‬‬
‫هغوی زما فرمان او زما دین نه مني! هغوی کافران دي‬
‫او باید جهاد پرې وشي…“‪.‬‬
‫په اسالم کې خبره د خدای د منلو او یا نه منلو نده!‬
‫بلکه خبره د محمد د منلو او نه منلو ده! دا اسالم دی چه‬
‫خپل ناخبره پیروان ئې په ډار تړلي دي او له خدای څخه‬
‫‪928 of 1205‬‬

‫ئې یو داسې قهار او ډارونکی هیوال جوړ کړی چه که‬


‫څوک خدای مني‪ ،‬مګر پدې شرط به ئې خدای وبښي چه‬
‫"محمد" ئې په پیغمبري منلی وي‪ .‬که نه خو د دوزخ د اور‬
‫ملبې او ماران به د هغه ځای وي‪.‬‬
‫د هر مسلمان په سینه کې همدا ډار پروت دی‪ ،‬چه د‬
‫دوزخ د ملبو ځنځیرونه یوازې هغه وخت له ځانه لیرې کولی‬
‫شي چه "محمد" ئې په محشر کې خدای ته شفاعت‬
‫وکړي‪ .‬نو باید محمد راضي وساتي او ټولې هغه خبرې‬
‫چه ګویا خدای په محمد نازله کړي دي هغه په ځای کړي‪.‬‬

‫ننی یو افغان مسلمان داسې پکر کوي چه د مکې ښار د‬


‫محمد په زمانه کې پاک وو او خلک ئې آرام او په نس‬
‫ماړه او پاک نیته کسان وو او جامې ئې هم او ځانونه ئې‬
‫هم پاک وو‪ .‬مګر پدې نپوهیږي چه د هغه وخت او عصر‬
‫چټل ترین‪ ،‬خوارترین‪ ،‬جاهل ترین او کثیف ترین هیواد‬
‫عربستان وو‪ .‬قاتل ترین هماغه عربان وو! د رڼو اوبو او د‬
‫شنو ونو په آرمان وو! مګر ځیرک ترین بیا هم همدغه‬
‫عربان وو چه فقر ځیرک کړي وو او تر خپلو منځو جنګونو‬
‫‪929 of 1205‬‬

‫وحشي کړي وو‪ .‬دوی د ځان مینځلو او د خپلو کالیو د‬


‫پاک ساتلو اوبه‪ ،‬ویالې او رودونه ندرلودل‪ .‬مارانو چیچل‬
‫او مختلفو ناروغیو او عصبي تکلیفونو جنګ ته هڅول‪ .‬مګر‬
‫یو افغان مسلمان چه کله آوري د محمد مخ نور درلود‪ ،‬او‬
‫کله چه آوري د محمد خاکنداز ال د عطرو بوی کاوو‪ ،‬او‬
‫کله چه آوري له خدای سره ئې خبرې کولې‪ ،‬او کله چه‬
‫آوري چه د شپې په تیاره کې به چه کله مبارک تبسم وکړ‪،‬‬
‫نو اطاق به رڼا شو! او کله به چه په الرې رهي وو‪ ،‬نو د‬
‫وریځې یوه ټوټه به ئې په سر رهي وه چه په هغه مبارک به‬
‫ئې سیوری کاوو‪ .‬او نور هغه خرافات‪ ،‬دروغ او تبلیغ چه‬
‫افغان مسلمان ئې تلقین کړی دی‪ ،‬نو له افغان مسلمان‬
‫څخه یو غالم جوړ شوی‪.‬‬
‫نن افغان مسلمان "محمد پرست" شوی‪ ،‬نه خدای‬
‫پرست‪ .‬چه دا ډیره مهمه خبره ده‪ .‬او همدغه ذلت ئې‬
‫منلی دی چه ومني چه مخ ئې نور درلود! مسلمان افغان‬
‫ته خدای په دوهمه درجه کې دی‪ ،‬ځکه چه ملړی د محمد‬
‫پرستی په شرط تړل شوی دی‪ .‬چه تر هغو ئې په محشر‬
‫کې محمد شفاعت ونکړي‪ ،‬هغه مسلمان که هر څوک وي‬
‫‪930 of 1205‬‬

‫خدای ته د بښلو ندی‪ .‬دادی هغه غالمي چه د محمد له‬


‫”خودپرستی" څخه عربو دین جوړ کړی او افغانان ئې د‬
‫محمد غالمان کړي دي‪ .‬چه یوې خوا ته د دوزخ ملبې دي‬
‫او بله خوا د جنت شنې باغچې‪ ،‬مفته ډوډۍ او څوارلس‬
‫کلنې د جنت فاحشې‪ ،‬چه آخرین آرمان د افغان مسلمان‬
‫همدغه فاحشه خانه ده‪ ،‬چه عربو د اسالم پیرو بیرته په یو‬
‫حیواني او عادي شهوت تړلی دی‪.‬‬

‫او کله چه دا پوښتنه کیږي چه‪:‬‬


‫ولې د افغانستان خاوره د طالبانو په الس د "اسامه"‬
‫عرب د بین املللي تیروریزم لپاره د جنایت کارانو د روزنې‬
‫سیمه او ځای شو؟ چه بیا ئې په وینو ککړ السونه تر‬
‫امریکا ال هم ورسیدل‪ .‬نو ځواب ئې د اسالم په څیړنه کې‬
‫نغښتی دی‪ .‬جهان او جهانیان به کرار کرار او ګام په ګام‬
‫پدې خبرو کې د قلم له الرې پدې حقیقت پوه شي چه‪:‬‬

‫‪ .۱‬دا افغان نه وو چه د امریکا خلک ئې په یولسم د‬


‫سپتامبر په امریکا کې ووژل‪ .‬بلکه دا کار داسې یو‬
‫”انسان افغان“ نکوي چه خپل شرف‪ ،‬وطن او خپل واک په‬
‫‪931 of 1205‬‬

‫پردیو قاتالنو خرڅ کړي‪،‬او د افغانستان له خاورې څخه د‬


‫قاتالنو ځاله جوړه کړي‪.‬‬
‫‪ .۲‬نو بیا ولې داسې افغانان په خپل وطن کې پیدا نشول‬
‫چه خپل د "افغان هیواد" عزت‪ ،‬خاوره او استقالل‬
‫وساتي؟ همدغه پوښتنه د افغانانو د ژوند او د ټول تاریخ‬
‫د خوی او خصلت په څیړنه ځواب پیدا کوي چه؛‬
‫افغانانو په تاریخ کې چه په ملړي ځل خپل رسمي‬
‫هویت ښکاره کړ‪ ،‬مګر کوم ملي شعور او او ملي روح ئې‬
‫ندرلود‪ .‬بلکه له هماغه وخته له خپل بې شعوري څخه د‬
‫اسالم د جنایتونو خوی پکې وو‪ .‬او په همدغه فرهنګي‬
‫ضعف د اسالم پیروان شول چه ”مسلمان افغانان" ترې‬
‫جوړ شول‪ ،‬نه "انسان افغانان“‪ ،‬داسې انسان افغان چه‬
‫جنایت او تجاوز رد کړي‪ ،‬نه چه په دین ئې ومني‪ .‬ځکه نو‬
‫افغانستان هیڅکله خپل "انسان افغان“ ونه موند‪ ،‬بلکه تل‬
‫د اسالم مستعمره پاته شو او ال نن هم چه جهانیان زمونږ‬
‫کومک ته له ‪۲۰۰۱‬م کال څخه راغلي دي یو اسیر هیواد‬
‫دی! هیڅکله ئې له عربي اسالم څخه استقالل تر السه‬
‫کړی ندی! نن که د عربو تُورې او لښکرې پکې نشته‪ ،‬مګر‬
‫‪932 of 1205‬‬

‫له تُورو او لښکرو هم ال خطرناکه دښمن د اسالم د‬


‫خرافاتو د تبلیغ او د تلقین استعمار زمونږ د مسلمان اُمت‬
‫په رګونو کې د وینې په ځای ځای نیولی دی‪ .‬همدغه د‬
‫عربي اسالم د خرافاتو د اشغال په علت وو چه له‬
‫افغانانو څخه پدې هیواد کې کمونستان هم جوړ شول‪ .‬د‬
‫دې هیواد عزت ته هیڅ افغان ونه کتل‪ ،‬بلکه څوک د ماسکو‬
‫غالمان شول او څوک پکې د مکې غالمان شول‪ .‬وطن خپل‬
‫"انسان افغان" ندرلود چه خپل ملي روح او خپل ملي‬
‫فرهنګ ولري او که وو هم مګر ډیر ډیر په اقلیت کې وو‪.‬‬
‫هغوی چه د عربو تاریخی جنایت کارانو باندې د خپل‬
‫انساني روح معنویت او د خپل اخالقي شخصیت شرف‬
‫خرڅ کړی وي او د عربو د جنایت کارانو مخونو ته ئې د‬
‫"خدای نور" پیدا کړی وي‪ ،‬نو د خپل هیواد او د استقالل‬
‫عزت او آزادي به څومره دوی ته مهمه وي او یا به ئې د‬
‫ساتلو میړانه او ملي روح ولري؟‬
‫همدغه علت وو چه له افغانستان څخه د بین املللي‬
‫تیروریزم د جرمونو میدان جوړ شو‪ .‬افغانان خپل ملي‬
‫فرهنګ او هیواد خپل ملي ساتونکی او څښنت ندرلود‪ .‬یو‬
‫‪933 of 1205‬‬

‫ړوند مال د افغانستان د خاورې او خلکو د مقدراتو واکمن‬


‫او "امیراملومنین" شو‪ .‬انسان شرمیږي چه پدې هیواد کې‬
‫یو مال پاچا شوی وو چه نه ئې علم درلود‪ ،‬نه ئې کوم‬
‫علمي مسلک درلود او نه هم د دولت داري کوم کتاب ئې ال‬
‫لوستی وو‪.‬‬
‫نن هم چه جهانیان د افغانستان په جوړولو مشغول دي او‬
‫هیواد یو جمهور رئیس لري او تیرو میاشتو کې لویه جرګه‬
‫دایره شوله او نوی اساسي قانون هم نافذ شو‪ ،‬او د‬
‫میزان د میاشتې په اتلسمه انتخابات هم سرته ورسیدل‪،‬‬
‫مګر پدې هیواد اسالم او د اسالم شریعت حکومت کوي‪.‬‬
‫یو څو مالیان ددې هیواد د خاورې او د خلکو مقدرات د‬
‫اسالم له الرې په خپل الس کې لري‪ .‬کله چه د طالبانو نوم‬
‫په دښمني آخستل کیږي‪ ،‬یو ځل بیا مونږ خپلې سترګې د‬
‫حقیقت له لیدلو پټې کړي دي او د حقیقت په غږ مو خپل‬
‫غوږونه کاڼه آچولي دي‪ ،‬ځکه چه د مالیانو نوم نه آخلو‪.‬‬
‫ټول ښه پوهیږي چه دوه علتونه په ژبه وانخستل شول چه‬
‫یو‪ :‬مال وو‪ ،‬او دوهم‪ :‬جماتونه او دیني مدرسې وې‪.‬‬
‫‪934 of 1205‬‬

‫د طالبانو ښونکي مالیان دي‪ .‬او مالیانو په اسالمي‬


‫مدرسو کې طالبانو ته درس ورکاوو‪ .‬طالب په اسالم تړلی‬
‫او په اسالم همدا مالیانو تړلی چه اسالمي درسونه‬
‫ورکوي او اسالمي درسونه په اسالمي مدرسو کې وي‪.‬‬
‫مګر نن په افغانستان کې مالیان قدر لري او یوازې‬
‫د طالبانو نوم بدنامه شوی دی‪ .‬که دنیا وائي چه طالبان‬
‫تیروریستان دي‪ ،‬باید چه تیروریستان وي‪ ،‬دا ځکه چه‬
‫مسلمانان دي او طالبان "واقعي اسالم" غواړي‪ .‬واقعي‬
‫اسالم په هر مسلمان جهاد فرض کړی دی‪ .‬حقیقت همدا‬
‫دی‪ .‬دا د تیرور نوم په اسالم کې نشته‪ ،‬د اسالم ژبه نده‪.‬‬
‫د اسالم له خوا په هر مسلمان د کافرانو وژنه په مقدس‬
‫جنګ او په مقدس نوم یاد شوی دی‪ .‬مګر جهانیان تیرور‬
‫ورته وائی‪ .‬ددې مانا دا نده چه د اسالم له خوا په‬
‫مسلمانانو د کافرانو د وژلو فرض لغوه شي‪ .‬حقیقت همدا‬
‫دی‪ ،‬اسالم وینه غواړي‪ .‬اسالم له ګالنو سره زمونږ د نني‬
‫هیواد افغانستان خاورې ته راغلی ندی‪ ،‬بلکه له تُورې له‬
‫وژنو‪ ،‬او په عام قتل راغلی‪ .‬پخپله څوک چه د اسالم جهاد‬
‫نه مني او د اسالم هغه عام قتلونه ردوي چه اسالم منلي‬
‫‪935 of 1205‬‬

‫دي‪ ،‬پخپله هماغه مسلمان هم کافر دی او په هغه مسلمان‬


‫هم جهاد روا شوی دی‪ .‬که یو مسلمان ملونځ کوي او د‬
‫اسالم نور فرض لکه روژه‪ ،‬لکه حج‪ ،‬لکه زکات او کلیمه‬
‫سرته رسوي‪ ،‬مګر که جهاد ئې منلی نه وي او ووائی چه‬
‫دا عمل تیرور دی‪ ،‬نو هغه مسلمان یو واقعي مسلمان‬
‫ندی‪ .‬دا ځکه چه په اسالم کې د قرآن له ژبې جهاد ته د‬
‫اسالم په ټولو نورو فرایضو کې د فرضونو زړه ویل شوی‬
‫دی‪ .‬که جهاد نه وای‪ ،‬نو اسالم به له مکې او مدنیې څخه‬
‫یو ګام هم ال بهر آخستی نه وو‪ .‬د جهاد په الس کې تُورې‬
‫وې نه ګالن‪ .‬تُورو وینې توئې کړلې او د عربو تُورو نورو‬
‫هیوادونو ته د عام قتلونو وحشت ورووړ نه خوشبختي او‬
‫سوله‪.‬‬

‫په امریکا کې د اسالم په وحشي الس د وژل شوو‬


‫ناخبره او بیګناه انسانانو وینې توئی شولې‪ ،‬په ملبو کې‬
‫یې وسوزیدل او لوړ تعمیرونه ونړیدل‪ .‬مګر دغو وینو او‬
‫دغو ملبو ته نشي کیدلی چه هم یو مشخص اوړ مکان او‬
‫هم یوازې د امریکا ژبه ورکړو‪ .‬او بیا یوازې د تیروریزم د‬
‫‪936 of 1205‬‬

‫غندلو په څو الفاظو کې همالته پاته شي‪ .‬بلکه د دغو ملبو د‬


‫وحشت ژبې د اسالم تاریخ او د اسالم د جنایتونو‬
‫داستان ولیکه‪ .‬مګر دا په مونږ ده چه هغه داستان ولولو او‬
‫هم جهانیان دې ته چمتو شي چه اسالم مطالعه کړي‪.‬‬
‫جهانیان چه کله د افغانستان نوم د تیروریزم په‬
‫ارتباط آوري‪ ،‬مګر دا هم باید واوري چه د افغانستان‬
‫پایتخت کابل کې یو مسلمان او یو عرب قاتل پروت دی‪،‬‬
‫چه د کابل خلک ئې په دوو تورو وژلي دي‪ .‬زمونږ د وطن‬
‫خاورې له امریکا څخه په پیړیو پخوا د اسالم د وحشت‬
‫اور او ملبې څټلي دي‪ .‬دادی چه نن په کابل کې د هغه‬
‫قاتل عرب د الس د اور ملبې په امریکا اُوري‪ ،‬خو په کابل‬
‫کې په هغه عرب د اسالم د فخر الفاظ تاو شوي دي او په‬
‫"شاه دو شمشیره ولي علیه الرحمه" یادیږي‪.‬‬

‫کله چه زمونږ د خاورې اوسیدونکي د عربو د متجاوز او‬


‫اشغالګرو له خوا بیرته په خپل وطن او په خپل کور کې په‬
‫دوو تُورو وژل کیدل‪ ،‬دومره درد ئې ندرلود‪ ،‬لکه څومره چه‬
‫بیا د اسالم په تورو نه‪ ،‬بلکه د اسالم خرافاتو زمونږ د‬
‫‪937 of 1205‬‬

‫هیواد د اوسیدونکو "انساني وجدان" له منځه ویووړ او‬


‫وجدان له جنت سره عوض شو‪.‬‬
‫همدغه درد وو چه په سینو کې خاموش شوی وجدان‬
‫له "وجداني قضاوت" څخه هم ولوید‪ .‬په خپل دښمن او‬
‫قاتل عرب ئې د مرمرو لوړ قبر جوړ کړ‪ ،‬او د ”شاه دو‬
‫شمشیره" د فخر القاب ئې ورکړل‪.‬‬
‫د همدغه درد دوام وو چه بیا همدې خاموش وجدان‬
‫پیړی وروسته یو بل تیروریست او قاتل عرب "اسامه" ته د‬
‫خپل وطن د خاورې واک وسپاره‪ .‬حتی ډیرو خو دغو راغلو‬
‫اسالمي تیروریستانو ته خپلې لورانې ال هم په فخر هدیه‬
‫کړلې‪ .‬پدې آرمان چه که چیرې دا تیروریست عربان لدوی‬
‫څخه راضي وي‪ ،‬نو عرب محمد به هم ترې راضي شي‪.‬‬
‫او کله چه محمد راضي وو‪ ،‬نو بیا حتما ً خدای هم ترې‬
‫راضي وي‪.‬‬
‫دادی د اسالم د الس زهر او د وجدان تیرور چه ئې‬
‫د افغانستان له مسلمان اوسیدونکو یو غالم اُمت جوړ‬
‫کړی دی‪ .‬دادی جهانیانو د تیرور دردناک ترین زخم او‬
‫هغه جهالت او تیارې چه اسالم زمونږ د هیواد د‬
‫‪938 of 1205‬‬

‫اوسیدونکو مغز‪ ،‬روح‪ ،‬اخالق او سینې اشغال کړي دي‪.‬‬


‫او چه بیا ئې ال درد امریکا ته هم ورسید‪.‬‬
‫ــ اسالم نن وحشي شوی ندی‪ .‬کله چه وزیږید‪ ،‬اسالم‬
‫وحشي وزیږید او وحشت او جهالت ئې مور او پالر وو‪.‬‬
‫ــ ال د امریکا نوم پیدا شوی نه وو چه مونږ اسالم ووژلو‬
‫او مونږ ئې ډیر ډیر وژلي یو‪.‬‬
‫ــ د اسالم بوټی په وینو اوبه شوی دی‪.‬‬
‫ــ د اسالم د ځانور د جنایت په تیرو غاښونو کې ال تر ننه‬
‫د انسانانو غوښې ځړیږي‪.‬‬
‫اې جهانیانو اسالم وپیژن”!‬

‫آیا امریکا یوازې د خپل هیواد د سپتامبر په یولسم تاریخ‬


‫پکر کوي؟ آیا بل کوم تیر تاریخي پیښو او په هغو حادثو‬
‫ئې هم پام شوی دی چه هغه تاریخي پیښې په نني‬
‫بشریت کې د عبرت درسونه لري؟ چه څرنګه‪:‬‬
‫‪ .۱‬په افغانستان کې اسالم د افغانانو خپل "ملي روح"‬
‫ورک کړ‪.‬‬
‫‪ .۲‬د مصریانو باستاني ژبه ئې له منځه ویوړه‪.‬‬
‫‪939 of 1205‬‬

‫‪ .۳‬د لوی هند له وجود څخه ئې د هغه د تن "الس" پرې‬


‫کړ او چه نوم ئې د اسالم له ژبې نن "پاکستان" دی‪.‬‬

‫همدا درۍ مثالونه به دومره کافي وي چه نن یوازې یو‬


‫هیواد نه‪ ،‬بلکه ټول جهان ته یو څو شیبې د پکر کولو‬
‫فرصت پیدا کړي او بیا ومني چه اسالم په‪:‬‬
‫‪ .۱‬معتدل اسالم اوپه‪،‬‬
‫‪ .۲،‬خشن اسالم‬
‫ونه ویشي‪ ،‬چه دا ویش او تقسیمات یو تصنعي او غلط‬
‫ویش دی‪ .‬او سل ژبي اسالم ته نور د ځان په ګټه سل‬
‫پلمې پیدا کوي‪ .‬د منافقت ژبه ورکوي چه اسالم "عادل‬
‫دین" وښئي‪.‬‬
‫جهانیان به د یوه افغان له ژبې او قلم څخه د اسالم‬
‫واقعي څهره وپیژني‪ .‬چه نن په سلو زرو مسلمانو افغانانو‬
‫کې دا د اسالم د خرافاتو اسیر هیواد "تش یو انسان‬
‫افغان“ ال نلري‪ ،‬چه دومره پکر وکړي چه دا مسلمان‬
‫افغانان د خپل ملي روح او ملي ارادې تاریخ‪ ،‬دولت او‬
‫مستقل قانون ال نلري‪ .‬بلکه د افغانانو ژوند به وروسته لدې‬
‫‪940 of 1205‬‬

‫هم د اسالم د شریعت په قانون تړل شوی پاته وي‪ .‬اسالم‬


‫په پیړیو افغانانو ته دا له زیږیدو څخه تلقین کړی دی چه‪:‬‬
‫چه "د محمد د رضایت لپاره او د اسالم د سالمت او‬
‫ساتلو لپاره به ژوند کوي“‪ .‬دا مثال راولي او د افغانانو په‬
‫فخر کې ئې حسابوي چه‪” :‬دا د افغانانو په السو کې د‬
‫اسالم تورې وې چه د اسالم د مبارک دین نور ئې د کفر‬
‫دیار )هند( ته ویووړ!“‪ .‬خصوصا َ پښتانه چه ال تر اوسه په‬
‫خپلو هماغو جنایتونو فخر کوي‪.‬‬
‫ددې واقعیت ترخې نتیجې او دردناکه تجربې باالخره‬
‫په افغانستان کې د ژوند په هره ساحه کې ښکاره شولې‬
‫چه د هیڅ یو افغان د وطندوستي په ژبه باور پاته شوی‬
‫ندی او په صداقت ئې باور نکیږي‪ .‬ځکه چه مسلمان‬
‫افغان د خپل وطن او یا د خپل مسلک په وړاندې مسئولیت‬
‫نلري‪ .‬بلکه په اسالم تړل شوی دی او اسالم په محشر کې‬
‫د محمد نومي عرب د شفاعت په پړي تړلی دی‪.‬‬
‫ال بدتره دا چه‪ ،‬د افغانانو د ګمراهي هم معلول او‬
‫هم علت ګرزیدلی‪ ،‬چه‪:‬‬
‫‪941 of 1205‬‬

‫دا د اخالقي ژوند او د صداقت په وړاندې او هم د‬


‫وطن په وړاندې بیتفاوته او بې مسئولیته افغانان د خپلې‬
‫ګمراهي اعتراف نکوي‪ .‬او اعتراف نه مني چه له ګمراهیو‬
‫څخه راوګرزي او ځانونه د عربي اسالم له پړي څخه‬
‫وژغوري‪ .‬د همداسې یو انساني او اخالقي پکر په لرلو‬
‫حتی پکر ال وکړي‪ .‬داسې یو پکر دوی ته پردی پکر شوی‬
‫دی‪ .‬دا ځکه چه اسالم په رګ رګ او په پیړیو پردي کړي‬
‫دي‪ .‬په خپل کار او مسلک کې غال‪ ،‬چل‪ ،‬دروغ او فریب‬
‫کاري ددوی یو عادي عادت ګرزیدلی دی‪ .‬بل دا چه په‬
‫هیواد کې داسې پاکه موسسه او د نظارت پاک تشکیل او‬
‫یا محاکم قوتونو وجود ندرلود او نلري چه غله ته غل‬
‫ووائي‪ ،‬ځکه چه پولیس له غله نه ال هم نارحمه غل وو‪.‬‬
‫داسې له رشوت او منافقت څخه پاک الس وجود ندرلود چه‬
‫د کوم پاک غږ مال تړ وکړي او عدالت او صداقت دفاع‬
‫شي‪ .‬بلکه برعکس په افغانستان کې صداقت تل محکوم‬
‫شوی او مطلق اکثریت صادق انسان رټل شوي‪ ،‬له راز‬
‫راز دسیسو سره ئې مخامخ شوي او په توبو ئې توبه ګار‬
‫کړي دي‪.‬‬
‫‪942 of 1205‬‬

‫دروغجن‪ ،‬غل‪ ،‬رشوت خور او د هر رنګه انساني او‬


‫اخالقي جرمونو مجرمین ډاډه دي چه د هغې ورځې کړې‬
‫ګناوې ئې په اوداسه مینځل کیږي‪ .‬او یا د ژوند په پای‬
‫کې کله چه حج وکړي‪ ،‬نو له کړو جرمونو څخه ئې زړه په‬
‫حج ډاډه شي‪.‬‬
‫امریکا او نور مرسته کونکي جهانیان دادی چه څلور‬
‫کاله کیږي "له ‪ - ۲۰۰۱‬تر ‪۲۰۰۴‬م" چه افغانستان ته د‬
‫کومک لپاره راغلي دي‪ .‬چه وران سرکونه‪ ،‬وران مکتبونه‪،‬‬
‫ورانې شفاخانې او لویشت لویشت وران شوی افغانستان‬
‫جوړوي‪ .‬دا جهانیان راغلي دي چه زمونږ د سر‪ ،‬مال او د‬
‫ناموس امنیت وساتي‪ .‬راغلي دي چه مونږ ته د‬
‫دیموکراسي الرې جوړیکړي‪ ،‬مانا دا چه دیموکراسي‬
‫رازده کړي‪.‬‬
‫مګر دا ټول یو "سیاسي پټوکی" دی چه زمونږ په‬
‫وجود تاویږي‪ .‬جهانیان نپوهیږي چه ددې وجود په دننه کې‬
‫د مسلمان افغان یو داسې تیاره تک تور جهان پروت دی‬
‫چه وړنګې او رڼا کفر ګڼي‪ .‬دا پدې هیواد کې تجربه‬
‫شوی واقعیت دی‪ .‬دا دننه تیاره جهان نن که خاموش دی‬
‫‪943 of 1205‬‬

‫مانا ئې دا نده چه د مسلمانو افغانانو دننه د ”اسالم‬


‫غالم“ جهان بدل شوی دی‪ .‬او مانا ئې دا نده چه د‬
‫دیموکراسي انساني الره ئې منلې ده او په پاکه الره او‬
‫پاک ژوند پوه شوي دي‪.‬‬
‫جهانیان باید پوه شي چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬تر هغو چه دا دننه تور جهان بدل شوی نه وي‪،‬‬
‫‪ .۲‬نو تر هغو به دا پټوکی پاته وي‪،‬‬
‫‪ .۳‬او دا پټوکی د فرد دننه جهان بدلولی نشي‪.‬‬
‫ددې دننه تور تیاره جهان د بدلولو موضوع په بشري او د‬
‫ټول جهان د "وجدان د نجات" په پراخه جهاني پاڅون او‬
‫پالن تړلی کار دی‪ .‬ددې کار لپاره ملړی باید پخپله جهان‬
‫او جهانیان د همداسې نوي معنویت د آګاهي او قیام‬
‫لپاره معنا َ آماده شوی وي‪ ،‬چه پام "ریښو" ته وشي‪ .‬که د‬
‫تیرور او وحشت اسالمي ریښې پاته وي او چه ال تیرور‬
‫او جنایت د "خدای قانون" ګڼل کیږي‪ ،‬هیڅکله به په‬
‫مسلمان افغان کې یو شریف انساني روح جوړ نشي‪.‬‬
‫د وطن جوړیدل یو ظاهري پټوکی دی‪ .‬د انسان جوړیدل‬
‫د معنوي دننه جهان د جوړیدو اخالقي کار دی‪ .‬خصوصا َ‬
‫‪944 of 1205‬‬

‫چه په افغانستان کې له لسو پیړیو زیات د عربي اسالم په‬


‫علت "معنوي خالیګاه" وجود لري او د هیواد اوسیدونکي‬
‫ئې په "دین" مني‪.‬‬
‫هغه خبره چه په "افغانستان کې د اسالم” ځانګړې‬
‫موضوع ده چه جهانیان ترې خبر ندي‬
‫‪ .۱‬دروغ‪ :‬که څه هم اخالقا َ د منلو ندی‪ ،‬مګر‬
‫په اسالم کې د "جهاد وسله" ده‪ ،‬چه د کافرانو په‬
‫ضد په اسالم کې "روا" شوې ده‪ .‬زمونږ خلکو ته دا تبلیغ‬
‫له پخوا څخه شوی‪ .‬مانا دا چه‪ ،‬د اسالم دښمنانو ته که‬
‫په دروغو ضرر رسیږي بیا دروغ د اسالم له خوا د مقدس‬
‫جنګ‪ ،‬مقدسه وسله ده‪ ،‬او دروغ ګناه نلري‪.‬‬
‫‪ .۲‬مخدره مواد‪ :‬د کافرانو په کمزورولو کې د جهاد وسله‬
‫ده او هر رنګه مخدره موادو ته اسالم اجازه ورکړې ده‪.‬‬
‫نن هر مسلمان افغان د همدغه تبلیغ پیروي کوی او‬
‫د خپل اسالمي دین یوه الهي فریضه ئې ګڼي‪ .‬د پاکستان‬
‫اسالمي مدرسې له همدې تبلیغونو ډکې دي چه دین ګڼل‬
‫کیږي‪.‬‬
‫‪945 of 1205‬‬

‫‪۲۱ - ۱۲ - ۲۰۰۴‬‬
‫‪۱/۱۰/۱۳۸۳‬‬
‫پوهیږم چه…‬

‫پوهیږم چه ژوند او وطن په ما دا حق لري چه بیشماره‬


‫خیانتونه چه ددې هیواد د اوسیدونکو له خوا ژوند او وطن‬
‫ته رسیدلي دي‪ ،‬د راتلونکو زمانو ملنو ته وسپارم‪.‬‬
‫پوهیږم چه دا کتاب به هیڅکله نه په افغانستان کې‬
‫چاپ کړل شي او نه به هم جهانیانو ته د ترجمو په ژبه ور‬
‫ورسیږي‪.‬‬
‫او پوهیږم چه دا زما کار زما د خپل وجدان غږ دی‬
‫چه د همدغو پاڼو په خاموش زړه کې به تر ابده دا غږ‬
‫نغښتی پاته شي‪ .‬مګر مخکې له هغه چه زما هډوکي زما‬
‫د قبر خاورې ته ورشي‪ ،‬دا مې منلې ده چه زه به مړ یم‬
‫مګر دا نه منم چه زه ژوندی یم الکن وجدان مې مړ شوی‬
‫وي‪ .‬او له هیواد سره په شوو جفاګانو سترګې پټې کړم‪.‬‬
‫ماته ژوند اخالقا َ ژوند دی‪ ،‬نه چه په دروغو چټل شوی‬
‫ئې ووینم او یا ئې ومنم‪ .‬ما د وجدان همدا غږ د افغانانو‬
‫‪946 of 1205‬‬

‫غوږ ته پدې کتاب کې رسولی دی‪ ،‬مګر پوهیږم چه غوږو ته‬


‫به ئې ممکن ونه رسیږي‪.‬‬
‫ماته یوازې یو پاته شوی امید دی چه هغه امید‬
‫ګوندې زما د هیواد سرتور سرتور غرونو ته په همدې‬
‫نذرانې‪ ،‬ماته بیرته د هیواد له خوا د منلو د زیري غږ شي‪،‬‬
‫او که ما په مرګي په خپله خاوره کې ومني‪ .‬پوهیږم چه‬
‫ددې وران هیواد په وړاندې د بښلو نه یم‪ .‬ګوندې ما‬
‫وبښي او دا نذرانه مې قبوله کړي‪.‬‬
‫کوشش مې وکړ چه پدې هیواد د دروغو پرتې تیارې‬
‫د هیواد له اوګو څخه پوه کړم‪.‬‬
‫هغه قلمونه مات نشول چه دروغ ئې ولیکل او تر هغو‬
‫به ال هم پاته وي چه پدې هیواد کې اسالم پاته وي‪ .‬دا‬
‫قلمونه به ال تر هغه وخته کاږه کاږه د اسالم په کږې الرې‬
‫رهي او ورک وي چه تر هغو د افغان له بچیانو څخه د‬
‫خپلو میندو پاکې شیدې ورکې وي‪.‬‬
‫‪947 of 1205‬‬

‫په افغانستان کې دا یوازې د افغانانو میندې او ښځې‬


‫وې او د ښځینه پاک مقام د عزت نمونه او د صبر او‬
‫تحمل مقدس څلي وو‪ ،‬چه السونه ئې له ظلمونو او‬
‫خیانتونو پاک پاته شول‪ .‬مګر ددوی له شیدو سره ددوی‬
‫زمنو بدترین هغه خیانت په ټول بشریت کې که چا رسولی‬
‫وي همدا افغانان دي‪ .‬چه دې ځانو ته باتور او غیرتي‬
‫ویونکو له السه ئې هر راز دردونه‪ ،‬تحقیرونه او سل او زر‬
‫سرګردانۍ ولیدلې‪ .‬او په چوپه خوله ئې له هغو کسانو‬
‫دردونه وګالل چه په "نرانو" یادیدل خو نامرده وو‪.‬‬
‫چوپه خوله یو شهامت وو‪ ،‬نه ډار‪.‬‬
‫چوپه خوله یو اطاعت وو‪ ،‬نه غالمي‪.‬‬
‫یو خاموش انتظار وو‪ ،‬که ګوندې ددوی نران به د‬
‫میړنیتوب په پکر شي او په خپلو نامردیو به ئې پام شي‪.‬‬
‫چه ئې د خپلو میندو شیدې یې ال په اسالم خرڅې کړې‪.‬‬
‫ګوندې لږ به په غیرت شي چه خپل وطن آباد کړي‪.‬‬
‫ګوندې د ځان ځانۍ په جهالت به ئې پام شي‪.‬‬
‫ګوندې نور ګدایګري ونه مني‪.‬‬
‫‪948 of 1205‬‬

‫ګوندې ومني چه د خپلو ښځو وهل‪ ،‬ټکول‪ ،‬رټل او په‬


‫حقارت او په وړه سترګه ورته کتل میړانه او غیرت ندی‪.‬‬
‫آیا افغانان د علم او د عدالت کوم ویاړ لري‪ ،‬چه بیرته‬
‫د خپل خپل کور د ښځو باور او احترام ئې په وړاندې‬
‫پوره شوی نه وي او ادا شوی نه وي!؟ آیا ښځې د خپل‬
‫کور د نرانو په فقر وویاړي؟ آیا په جهالت ئې د فخر سر‬
‫وخوځوي؟ پدې وویاړي چه دا ددوی نران او نارینه وو چه‬
‫تر خپلو منځو ئې لکه لیوان یو او بل وخوړل او د‬
‫مهاجرتونو‪ ،‬د فرار او دربدریو بدترین دردونه همدغو د‬
‫افغانستان ښځو وګالل‪ ،‬په پټه خوله او په صبر‪.‬‬

‫کله چه په افغانستان کې د " ُبن" د معاهدې له مخې د‬


‫"لوئې جرګې" خبره هم یاده شوله‪ ،‬چه په افغانستان کې‬
‫بیا پروسږ کال "‪۲۰۰۳‬م" د جرګې قامي مشران چه کله‬
‫پدې شرطونو راوغوښتل شول چه‪:‬‬

‫‪ .۱‬د جرګې د مشرانو السونه باید د خپلو وطنوالو په وینو‬


‫او په جنایت ککړ نه وې‪.‬‬
‫‪ .۲‬د رشوت او فساد په جرم متهم نه وي‪.‬‬
‫‪949 of 1205‬‬

‫‪ .۳‬د خیانت تور پرې لګیدلی نه وي‪.‬‬


‫‪ .۴‬خپل وطن ته ئې ضرر رسولی نه وي ‪ ...‬او نور‪.‬‬
‫مګر داسې یو پاک افغان په ټول افغانستان کې نه‬
‫وو‪ ،‬چه لوی ترین شاهد ئې وطن او د کورونو ښځې وې‪.‬‬
‫ځکه چه د تیرو لسیزو د حزبي جنګونو‪ ،‬حزبي جنایتونو‪،‬‬
‫حزبي نفاق‪ ،‬د حزبي غالوو جنګي او بشري جنایتونو‬
‫شاهدې همدا کور په کور ښځې وې‪ ،‬چه د خپلو حزبي‬
‫شوو نارینه کسانو په نامردیو‪ ،‬مګر په چوپه خوله شاهدې‬
‫وې‪.‬‬
‫همدغو ښځو لیدل چه په کابل کې د جرګې لپاره‬
‫ددوی میړونه او د وطن نارینوو په ټول پایتخت کې حتی‬
‫یو ځای ال ندرلود‪ ،‬چه د جرګې مشران پکې راټول شي‪.‬‬
‫نو دا د جرمن دولت وو چه لوئې لوئې خیمې ئې له ټولو‬
‫ضروري تجهیزاتو سره افغانستان ته راوړلې‪.‬‬
‫د افغانستان دردګالونکو ښځو لیدل چه میړونه ئې د سر‬
‫او د ناموس د ساتلو نه وو‪ .‬د پردیو هیوادونو نظامي‬
‫السونو ته ئې میړیونو زارۍ کولې چه راشي ددوی‬
‫ناموس‪ ،‬سر او مال وساتي‪.‬‬
‫‪950 of 1205‬‬

‫نور ښځو ته د خپل خپل کور او قام نارینه معلوم شوي‬


‫وو‪ .‬ډیر ښه ئې پیژندلي وو‪ ،‬چه دا څومره بې غیرته‬
‫مخلوق وو‪ .‬دا د افغانانو مخې ته یو تاریخي برید او‬
‫ویستل شوې قطعي کرښه هم وه‪ ،‬چه تاریخ ویستلې وه‪.‬‬
‫چه وروسته لدې کرښې مشکل وو چه د افغان با همته‬
‫ښځه داسې نامردانو ته خپل میړه ووائي او یا ئې په میړه‬
‫توب ومني او یا ترې نامرده اوالدونه پیدا کړي‪ ،‬کوم چه‬
‫داسې نامردان د خپلو ښځو او د خپل هیواد د ساتلو نه‬
‫وي‪.‬‬
‫ددوی نرانو له شوروي پوځ څخه د خپل هیواد عزت‬
‫او د خپل هیواد استقالل ساتلی نه وو‪ ،‬بلکه دوی خپل‬
‫هیواد کمونیزم او بیا اخوانیزم ته سپارلی وو‪ ،‬چه نه په‬
‫کمونیزم کې او نه هم په اخوانیزم کې د خپل افغانیت ملي‬
‫روح او ملي استقالل او عزت د افغانانو ملي هوډ وو‪ .‬بلکه‬
‫ظاملان بدل شول او د ماسکو د غالمانو ځای د مکې‬
‫غالمانو ونیوو‪ .‬دا فخر او غیرت نه وو‪ ،‬بلکه د افغانانو شرم‬
‫وو او دا ددې هیواد ښځې وې چه په چوپه خوله ئې د‬
‫خپلو نرانو همدا شرم لید‪.‬‬
‫‪951 of 1205‬‬

‫کله چه دا مجاهدین نومي مخلوق کابل ونیوو "‪۱۹۹۲‬م"‪،‬‬


‫همدا د ښځو په سر ځانو ته بادار او نران ویونکو د‬
‫اسالم قانون وویست چه‪:‬‬
‫”اوس د کمونیزم د بې دیني ځای مبارک اسالم نیولی‬
‫دی‪ .‬باید ښځې بهر له کورونو او نه اووځي‪ .‬او که اووځي‬
‫هم باید خپل ځان په کالیو پټ کړي! خصوصا َ داسې‬
‫بوټونه په پوښو نکړي چه بوټونه ئې لوړ لوړ پوندې ولري‬
‫ځکه چه د "کوري بلند" بوټونه چه کله په ځمکه آواز باسي‬
‫نو دنرانو شهوت پاروي…“‪.‬‬
‫دا د عربي اسالم چټله ژبه وه چه په ښځو ئې باور‬
‫ندرلود‪ ،‬نه د افغانانو ژبه! اسالم ښځې ته د شهوت په‬
‫سترګه کتل‪ .‬دا سترګې د هغو افغانانو سترګې نه وې‬
‫کوم چه د عربي اسالم غالمان نه وو او خپلې ژبې او‬
‫خپلې افغاني سترګې ئې په اسالم خرڅې کړې نه وې‪.‬‬

‫آیا ټوله خبره په نرانو کې وه؟ آیا نرانو په خپل اخالقي‬


‫شرف باور ندرلود؟ او اخالقا َ دومره کمزوري شوي وو چه‬
‫ښځه وویني او ښځې ته په خپل حیواني شهوت وګوري؟‬
‫‪952 of 1205‬‬

‫آیا ټوله ګناه د ښځو وه؟ واقعا َ چه په اسالم کې ښځه د‬


‫ګناه پیټی وه‪ ،‬چه دا د عربو حیواني ذهن میدان ته باسي‪،‬‬
‫مګر داسې یو ګمراه ذهن د افغانستان د خاورې بوټی نه‬
‫وو‪.‬‬
‫ښځو همدا غږ د مجاهدینو له خولو څخه آورید‪ .‬چه‬
‫څومره ښځو ته یو تحقیر وو‪ ،‬چه څومره ددې هیواد نارینه‬
‫له خپل افغانیت څخه پردي شوي وو‪ .‬که د خپلو افغانو‬
‫میندو پاکې شیدې ئې رودلې‪ ،‬مګر د عربي اسالم له خولو‬
‫غږیدل‪ .‬د اسالم له سترګو ئې خپلو میندو ته او خپلو‬
‫خویندو ته کاږه کاږه کتل! مانا دا ده چه دې مسلمان‬
‫افغانانو چه ځانو ته ئې نران او غیرتي ویل‪ ،‬مګر آیا کومه‬
‫ورځ ئې دا پکر هم کړی وو چه د خپلو افغانو میندو له‬
‫شیدو څخه "عاق" شوي وو؟! دا واقعا َ د "عاق" شوي شرم‬
‫واقعیت وو‪.‬‬
‫دافغانستان په خاوره کې اوسیدونکو ښځو په پیړیو‬
‫د خپلو نارینه وو دردونه د کور په چاردیوالیو کې وګالل‪.‬‬
‫نارینه په خپلو ښځو شرمیدل چه کله به په یو کور کې‬
‫نجلۍ وزیږیدله‪ ،‬نو پالر به ئې له شرمه چوپه خوله وو‪.‬‬
‫‪953 of 1205‬‬

‫ښځو په پیړیو دا ګمان کاوو چه نارینه ئې دا حق لري چه‬


‫دوی ووهي‪ .‬او دا ګمان ئې کاوو چه دا ددوی نارینه دي‬
‫چه غیرتي دي‪ ،‬کور جوړوي او ډوډۍ راوړي‪.‬‬

‫کله چه د شوروي اتحاد د پوځیانو نامرده تجاوزونه په‬


‫افغانستان کې پیل شول‪ ،‬مګر دې پوځي ګذار چه کله د‬
‫افغانستان د خلکو د ژوند ریښې له ژورو څخه وښورولې‪،‬‬
‫ولیدل شول چه د ژوند له تل څخه څومره نامردان هم‬
‫راووتل‪ ،‬چه په همدې سرپټي افغانستان کې اوسیدل‪ .‬دا‬
‫خصوصا َ د ښځو دروني جهان ته یوه نوې خوځیدا هم وه‪،‬‬
‫چه مخصوصا َ د مهاجرتونو او د فرار له مرحلې سره ئې‬
‫ارتباط درلود‪ .‬د افغانستان ښځو په خپلو سترګو په ملړي‬
‫ځل د نورو هیوادونو ترقي او آبادي ولیدل‪ .‬او دا ئې په‬
‫شعور‪ ،‬په سینو او په مغزو کې هغه لوی درس شوی وو‬
‫چه د یوې نوې خبرې نوی قضاوت ولري‪ ،‬پدې احساس‬
‫چه‪:‬‬
‫‪954 of 1205‬‬

‫ددوی نارینه خو په خپلو کورونو کې په ښځو نران وو‪ .‬مګر‬


‫د وطن په وړاندې‪ ،‬د وطن د آبادي د میړانې او مسئولیت‬
‫کوم غیرت او باتوري ئې ښکاره کړې نه وه‪.‬‬
‫دوی په مهاجرتونو کې ولیدل چه د نورو هیوادونو‬
‫خلک څومره آرام وو‪ .‬مګر ددوی نرانو په قام او کلي کې‬
‫بیرته تر خپلو منځو یو د بل په خوړلو او په دښمنیو په ټول‬
‫ژوند آرام ونه لید‪ .‬آیا غیرت همدا وو؟ آیا میړانه همدا وه؟‬
‫او ښځو په مهاجرتونو کې یو لوی بیل جهان لید‪.‬‬
‫ددې نوي جهان پوره نتیجه سږ کال ‪۲۰۰۴‬م د‬
‫اکتوبر د میاشتې په انتخاباتو کې ښکاره شوله‪ ،‬چه د‬
‫ژورې مطالعې لوی مطلب لري پدې مانا چه‪:‬‬

‫‪ .۱‬په انتخاباتو کې زیات شمیر ښځو اشتراک وکړ‪ ،‬چه د‬


‫نارینوو نیمایه برخه ښځې وې‪ .‬او سلو کې ‪ ۴۰‬فیصدو‬
‫څخه په زیات شمیر وې‪ .‬مانا ئې دا وه چه ښځو‬
‫الف‪ :‬خپل د پیړیو خاموشي ماته کړې وه‪.‬‬
‫ب‪ :‬پوهیدلې وې چه نور د خپلو نارینه کسانو په نامردي‬
‫ونه غولیږي‪ .‬هغوی ئې پیژندلي وو چه تش په بریتو نران‬
‫‪955 of 1205‬‬

‫دي‪ ،‬نه د خپل هیواد میړني ساتونکي‪ .‬چه حتی د خپل‬


‫کور او مال د ساتلو میړانه هم نلري‪.‬‬
‫ث‪ :‬ښځې پوره پوره پوهیدلې وې چه د افغانستان‬
‫اوسیدونکو نرانو ته نور داسې هسک سر پاته نه وو چه یا‬
‫د وطن کنډوالو ته د منلو وي او یا تش په سلو کې ‪ ۵‬نفره‬
‫ووائی چه زه له جنایت او له حزبي نفاق څخه پاک یم‪ .‬د‬
‫هر افغان سترګې له یو او بل سره یو بل ته ټیټې وې‪.‬‬
‫څوک کمونست شوي وو او څوک اخواني شوي وو‪ .‬هر‬
‫یوه دروغ ویلي وو‪ .‬هر یو بل ته د خپل حزب د فریب لومې‬
‫اوبدلې وې‪ .‬هر اسالمي حزب خپل خپل حزبي اسالم‬
‫درلود‪ ،‬او د بل اسالمي حزب د حزبي اسالم دښمن وو‪.‬‬
‫هر حزبي ویل چه "زما د حزب اسالم واقعي اسالم دی“‪.‬‬
‫د ‪ :‬د افغانستان پاک السو او پاکدلو ښځو د پاکستان د‬
‫خاورې په کمپونو کې د مهاجرو افغانانو حال لیدلی وو‪.‬‬
‫چه څرنګه مهاجرو ته له نورو هیوادونو راغلي کومکونه د‬
‫هغو رهبرانو له خوا غال کیدل چه به ئې د "شورویانو‬
‫بیدیني او کفر" غانده‪ .‬او د خدای د مبارک دین د عدالت‬
‫ستاینه به ئې د جهاد تبلیغ ګرزولی وو‪ .‬مګر دوی به د‬
‫‪956 of 1205‬‬

‫همدغو مهاجرو خیمې غال کولې‪ .‬هغوی به څرنګه د‬


‫شوروي د پوځ د وحشت په ملبو د سوزیدلو افغانانو د‬
‫یتیمانو او د کونډو رنډو د خوار ژوند په نمایش او د اسالم‬
‫په تبلیغ له خارجي هیوادونو څخه اخیستې پیسې په خپلو‬
‫جیبونو او د نورو هیوادو په بانکونو کې او په تجارت په‬
‫کار آچولې‪ ،‬چه په افغانستان کې دا نوي نوي میلونران له‬
‫همداسې نامرده چلونو او ظلمونو څخه پیدا شول‪.‬‬
‫بیا ښځو لیدل چه کله همدا یتیمان‪ ،‬همدا کونډې‬
‫افغانستان ته راستنې شولې‪ ،‬له څو خیمو الندې په یخنی‬
‫او باران کې هماغو وړو وړو ماشومانو له یخه ریږدیدل او‬
‫په وړو وړو خبرو به ئې ویل چه‪" :‬زه پوښې لوڅې یم‪،‬‬
‫پوندې مې چودلې دي‪ ،‬د شپې ډیرې خوږیږي ‪ .” ...‬مګر‬
‫له ‪ ۲۵۰۰۰‬زیات حاجیان حج ته رهي وو‪ ،‬چه د یوه حاجي‬
‫د حج مصرف به له زرهاوو ډالرو زیات وو ‪ .‬دا پیسې د‬
‫هماغو غالوو او د قاچاق حرامې پیسې وې‪ ،‬که نه خو‬
‫دوی پدې فقر وهلي هیواد کې دومره پیسې له حاللو هغو‬
‫الرو پیدا کولی نشوای چه وطن ته ئې هم ګټه رسیدلي‬
‫وي‪ .‬پدغو وړو وړو ماشومانو ئې د انساني رحم سترګې‬
‫‪957 of 1205‬‬

‫ونه لګیدلې چه ئې د همدغو یتیمانو او کونډو په سر دوی‬


‫اسالمي تبلیغ او تجارت کړی وو‪ ،‬چه "مونږ یو میلون‬
‫کونډې او واړه یتیمان لرو !“‪ .‬همدغه جنایت کاره د اسالم‬
‫غالم مجاهدین وو چه یوازې ئې په کابل کې د څلورو‬
‫کلونو په جنګونو کې له ‪ ۵۰۰۰۰‬زیات بیګناه انسانان‬
‫ووژل‪ .‬یو اوړ مثال ئې چه زه پخپله په کابل کې شاهد ووم‬
‫دا وو چه‪:‬‬
‫کله چه د مجاهدینو جنګ په کابل کې کوڅه په کوڅې‬
‫پیل شو او ټول دکانونه او هر څه چه د دولت وو چور شوي‬
‫وو‪ ،‬نو دا سخت جنګونو له کابل څخه بیا د مهاجرتونو‬
‫علت وګرزید‪ .‬هغوی چه پیسې درلودلې ځانونه ئې‬
‫پاکستان او یا ایران ته ورسول‪ .‬مګر هغوی چه د وتلو‬
‫پیسې ندرلودلې دا ډیر خوار او بیچاره غریب خلک وو‪ .‬نو‬
‫به ئې د کابل دننه له یوې سیمې بلې سیمې ته د راکټونو‬
‫او مرمیو له مرګ الندې خصوصا َ چه به د ژمي یخنی وه‬
‫او څوک به له کوره هم د یخنی له السه او هم د مرمیو له‬
‫السه وتلی نشوالی‪ .‬په هر صورت به چه وو ما به مرګ په‬
‫ځان ومانه چه باید دغه حالت له نژدې څخه ووینم‪ .‬مګر په‬
‫‪958 of 1205‬‬

‫لیدلو به مې سترګې له اوښکو ډکې هم لیدلې‪ .‬چه‬


‫خصوصا َ زړو ښځو او بیا په غیږ کې د نیول شوي ماشوم‬
‫حالت او د مرمیو له باران الندې د دغو خوارو خوارې‬
‫وارخطا سترګې او مټکې د حرکت توان‪ ،‬واقعا َ چه د لیدلو‬
‫نه وو‪ .‬دوی به له مرګ نه د ځان په بچولو ځای لټاوو‪ .‬یو‬
‫داسې سیمه چه له "چهارآسیا" څخه یانې د اسالمي‬
‫حزب ګلبدین حکمتیار له راکټونو څخه لیرې وي‪ .‬یا له‬
‫پغمان څخه د اتحاد اسالمي د حزب "عبدالرب رسول‬
‫سیاف" د هوانونو له مرمیو څخه مصئونه وي‪ .‬یا پاس د‬
‫تلویژن )د آسمائي( غره او د علي آباد د غرو له څوکو د‬
‫"احمدشاه مسعود" په مشري د جمعیت اسالمي د حزب‬
‫او الندې د شیعه مذهبه د وحدت اسالمي حزب د رهبر‬
‫"مزاري" تر منځه د مرمیو باران دوامداره جاري وو‪ .‬ډیر‬
‫ځله به دغه سرګردانې کډې د مرمیو هدف وګرزیدلې او ال‬
‫ډیر پدې راضي وو چه له هرې ورځې د مرګ له ډار‪،‬‬
‫یخنی‪ ،‬لوږې او راز راز ناروغیو څخه په یو ځل مرګ زر‬
‫ځله بهتره دی‪ .‬حتی له سړو څخه د ماشومانو سړې د‬
‫‪959 of 1205‬‬

‫مرګ خولې به د هغوی د میندو په غیږ کې تل خاموشه‬


‫شوې وې‪.‬‬
‫یوه ورځ چه نور د کابل په هیڅ سیمه کې له هیڅ یوه حزب‬
‫نه آرام ځای پاته نشو‪ ،‬خصوصا َ د عبدالرشید دوستم د‬
‫ازبکو د نظامي ډلې سترګې به په وړو هلکانو کې وې چه‬
‫د لواط یو لوی مرض پکې وو‪ .‬او تر خپلو منځو د قیمار‬
‫وهلو د الرو نیولو او په ښځو د تجاوزونو دا د وحشت نور‬
‫دردناکه شرطونه وو‪ ،‬چه باالخره څو فامیلونه چه ټولې ‪۱۲‬‬
‫ښځې وې او پنځه واړه ماشومان ورسره وو او دوی ټول‬
‫پوښې لوڅي وو‪ ،‬یوازې یوې ‪ ۶۰‬کلنې زړې ښځې چپلکې‬
‫درلودلې‪ .‬د دغو ټولو ښځو په سر وړې او زړې پنډې وې‪،‬‬
‫چه نور د دغو فامیلونو یو نارینه هم ژوندی پاته شوی نه‬
‫وو‪ .‬نو دغو همسایه فامیلونو په مشترک تصمیم یو ځای په‬
‫نښه کړی وو چه ګوندې مصئونه وي او هغه ځای د "پل‬
‫چرخي زندان" وو‪ .‬مګر؛‬
‫په خورد کابل کې چه ال د پل چرخي زندان ته په‬
‫رسیدلو وو‪ ،‬په الره کې د اسالمي حزب "د ګلبدین حزب"‬
‫په اوږدو ګیرو او ماشیندارو سره ئې مخې ته ودریدل‪ .‬او‬
‫‪960 of 1205‬‬

‫په توندو توندو سترګو او د ځانور په څیر په غضب ناکو‬


‫پوښتنو چه ګویا د کابل اوسیدونکي ټول کمونستان او د‬
‫مبارک اسالم دښمنان دي‪ .‬باالخره هماغو مسلمانو‬
‫مجاهدینو د هغو خوارو ښځو له سرونو زړې پنډې کوزې‬
‫کړلې… او نوره کیسه د لیکلو نده‪ ،‬چه قلم ال دا اوس پرې‬
‫شرمیږي! نشي کوالی چه د هغو ښځو د زاریو او د کوکو‬
‫ژړاوو صحنه ولیکي‪.‬‬

‫***‬
‫‪961 of 1205‬‬

‫نن کال ‪۲۰۰۴‬م د دسامبر ‪۲۱‬مه نیټه ده‪ .‬تیره میاشت‬


‫انتخابات وشول‪ ،‬چه ټول ‪ ۱۸‬کاندیدانو د ریاست جمهوری‬
‫مقام ته ځانونه کاندید کړي وو‪ .‬یو نفر ئې هم هماغه‬
‫جنرال دوستم وو‪ .‬له انتخاباتو پخوا نوی اساسي قانون‬
‫جوړ شو او له هغه پخوا لویه جرګه جوړه شوله‪ .‬او په لویه‬
‫جرګه کې بر سر ناست هماغه رهبران وو لکه‪:‬‬
‫”عبدالرب رسول سیاف‪ ،‬صبغت اهلل مجددي‪ ،‬پیرسید‬
‫احمد ګیالني او د جمعیت اسالمي د حزب مشر رباني‪،‬‬
‫عبدالرشید دوستم‪ ،‬یانې هماغه اتحاد اسالمي‪ ،‬هماغه‬
‫جمعیت اسالمي او د شیعه مذهبو دو اسالمي احزابو‬
‫مشرانو څخه ُمحسنی! یوازې ګلبدین حکمت یار پکې نه‬
‫وو‪ .‬ځکه چه نوموړي د امریکا په ضد جهاد اعالن کړی‬
‫دی او هم احمد شاه مسعود نه وو چه یو تیروریستی‬
‫عربي ډلې په کال ‪۲۰۰۱‬م کې تیرور کړ‪ .‬نور ټول پروني‬
‫جنایت کاران په لویه جرګه کې بر سر ناست وو‪.‬‬
‫چه دا ټول بیا هم ددې هیواد هم مجاهدین دي او هم‬
‫میلونران دي“‪ .‬د جمهوري ریاست لپاره کاندید شوي‬
‫اکثره فارسي ژبي وو‪ .‬لکه چه مخکې ذکر شول فارسي‬
‫‪962 of 1205‬‬

‫ژبو د پښتنو د قام د اقتدار او پاچاهي په ضد درۍ ځله‬


‫خپل امتحان تر سره کړ‪.‬‬
‫ملړی ځل د سقاو د زوی پاڅون وو چه تخت ئې له امیر‬
‫آمان اهلل خان څخه ونیوو‪ ۹ ،‬میاشتې پاچا وو‪ ،‬مګر د‬
‫محمد نادر خان په مشري د پکتیا د والیت د پښتنو قامونو‬
‫له نظامي رهبري الندې اولسي او قامي لښکرې‬
‫جوړیشولې‪ ،‬چه د ننګرهار پښتنو هم قامي لښکرې‬
‫راوویستلې او پایتخت ئې بیرته د محمدزیو د شاهي‬
‫خاندان مشر اعلحضرت محمد نادر خان ته د سقاو له‬
‫زوی "حبیب اهلل کلکاني" څخه ونیوو‪.‬‬
‫دوهمه مرحله او پاڅون د جهاد د شرطونو په فرصت‬
‫کې وو‪ .‬دا ځل د فارسي ژبو رهبري د جمعیت اسالمي د‬
‫حزب قوماندان "احمدشاه مسعود" له خوا وو چه د‬
‫پنجشیر د درې اوسیدونکی وو‪ ،‬چه د جهاد شرطونو د‬
‫دوی السو ته زیاتې وسلې او پیسې ورکړې وې‪ .‬او ورسره‬
‫د ازبکو او هزاره قام یې هم د همدې مرحلې مال تړي وو‪،‬‬
‫چه هدف فارسي ژبو ته د قدرت انتقال وو‪ .‬مګر کله چه‬
‫دوی کابل ته راورسیدل تر خپلو منځو په جنګ شول‪ .‬دا‬
‫‪963 of 1205‬‬

‫حزبي جنګونه وو چه اتفاق ئې ندرلود‪ .‬بیا بیا هم ددوی په‬


‫ضد د کندهار د پښتنې سیمې او قامونو له خوا د طالبانو‬
‫په مشري مقابل حرکت شروع شو او پښتنو طالبانو‬
‫وکړای شولی چه ټول کابل له ټولو غیر پښتنی حزبونو او‬
‫قوتونو څخه پاک کړي‪ .‬همداسې هم وشول چه دا په کابل‬
‫کې د مختلفو اسالمي احزابو مجاهدین د شمال په لور‬
‫وتښتیدل‪ ،‬چه د خندا وړ وه‪ .‬دغو دښمنو حزبونو چه څلور‬
‫کاله ئې په کابل کې یو د بل وینې توئې کړې وې او کابل‬
‫څخه ئې یوه ورانه کنډواله جوړه کړې وه‪ ،‬مګر دادی چه‬
‫دوی بیرته د پښتنو طالبانو په ضد په شمال کې یو‬
‫مشترک اتحاد جوړ کړ او خپل مرکز او پایتخت ئې د‬
‫مزار ښار وټاکه‪ .‬مګر طالبانو د مزار ښار هم ترې ونیوو‬
‫او دوی ئې د بدخشان د والیت په لور ورځ په ورځ کُنج ته‬
‫کړل‪.‬‬
‫له شمالي اتحاد قوتونو سره‪ :‬هند‪ ،‬روس او ایران‬
‫کومکونه کول‪ .‬دا کوموکونه نظامي‪ ،‬استخباراتي او پیسې‬
‫وې‪ .‬له طالبانو سره‪ :‬پاکستان او د عربستان په شمول د‬
‫فارس د خلیج ځینې عربي هیوادونه وو‪.‬‬
‫‪964 of 1205‬‬

‫خصوصا َ پاکستان چه د طالبانو ټول نظامي او‬


‫استخباراتي چارو کې عمالَ شریک وو او پاکستاني‬
‫افسرانو له طالبانو سره په جنګي جبهو کې رهبري په‬
‫ځان آخستې وه‪ .‬نور نو افغانستان د پاکستان یوه‬
‫مستعمره شوې وه‪ .‬د "اسامه بن الدن" د بین املللي‬
‫اسالمي جهاد د پالن هم ملړنۍ او هم نژدې ساحه " ټوله‬
‫منځنۍ آسیا" ټاکل شوې وه‪ ،‬چه د افغانستان خاوره د‬
‫منځنۍ آسیا د اسالمي لوی امارت مرکزي ساحه وه‪ ،‬د‬
‫عمومي امیراملسلمین خیالي مقام د "ا سامه" له نظارت‬
‫الندې "مال عمر" ته سپارل شوې وه‪ ،‬چه افغانستان یې‬
‫یوه برخه وه‪ .‬البته چه دا رنګه پالن ماسکو ته هم خطر وو‬
‫او د "چیچن" مسله مطرح وه‪ ،‬چه د القاعده الس هم‬
‫همالته چیچن ته رسیدلی وو‪ .‬او هند ته هم خطر وو چه د‬
‫اسامه د القاعدې الس "کشمیر" ته هم رسیدلی وو‪ .‬د‬
‫ایران مسله ال جدي تره وه‪ ،‬ځکه چه د مال عمر له خولې‬
‫څخه په رسمي توګه چه د کابل له رادیو څخه واوریدل‬
‫شوله‪ ،‬په ډاګه ئې وویل چه "د شیعه مذهب پیروان په‬
‫اسالم کې د مسلمانانو په توګه نه پیژندل کیږي‪ .‬حتی د‬
‫‪965 of 1205‬‬

‫دنیا مسلمانان ئې د اسالم د دین پیروان نه شمیري" او د‬


‫کافر فتوا ئې ورکړه‪.‬‬
‫همدغه علتونه وو چه د شمالي اتحاد حزبونو ته لکه‬
‫جمعیت اسالمي‪ ،‬لکه د ازبکو حزب او د هزاره قام وحدت‬
‫اسالمي‪ ،‬له دریو هیوادونو مالتړ موجود وو‪ .‬یو شی چه د‬
‫ذکر وړ موضوع ده هغه د "عبدالرب رسول سیاف" په‬
‫مشري د اتحاد اسالمي حزب وو‪ ،‬چه په مطلق اکثریت‬
‫پښتانه وو او په چرسیانو ئې شهرت موندلی وو‪ .‬مګر کوم‬
‫داسې قوت نه وو چه د شمالي اتحاد جبهې ته نظامي‬
‫مټ شي‪ ،‬ځکه چه هم د حزب مشر بې خصلته شخص وو‬
‫او هم ئې د حزب غړو ناروغۍ درلودلې چه په مخدره موادو‬
‫ککړ وو‪ .‬کله چه طالبانو له کابل څخه همدا مجاهدین‬
‫وشړل‪ ،‬څو میاشتې مخکې چه کله رباني په ارګ کې په‬
‫نوم جمهور رئیس وو نو دوی دا پریکړه کړې وه چه د دوی‬
‫سخت ترین دښمن "ګلبدین حکمت یار" د صدراعظم د‬
‫مقام په منلو راضي کړي او همداسې هم وشول‪ .‬کله چه‬
‫طالبانو کابل نیوو‪ ،‬نو ګلبدین صدراعظم وو‪ .‬مګر کله چه‬
‫دوی "مجاهدین" له کابل څخه په بیړه وتښتیدل‪ ،‬نو ګلبدین‬
‫‪966 of 1205‬‬

‫هم ورسره وو‪ .‬الکن څه موده وروسته ګلبدین له شمالي‬


‫ائتالف څخه الس واخیست او له طالبانو سره ئې جنګ‬
‫پریښود‪ ،‬ایران ته "په کال ‪۲۰۰۱‬م" د پناه اخستلو په‬
‫مقصد والړ‪ .‬په ایران کې ځای ورکړل شو او په میلونو‬
‫ډالر ثروت ئې هم د ایران بانکونو ته انتقال کړ“‪ .‬مګر‬
‫ایران د ګلبدین ثروت سږ کال ‪۲۰۰۴‬م او د دسامبر د‬
‫میاشتې په ‪۱۸‬مه کنګل کړل‪.‬‬
‫کله چه د امریکا نظامي قوت په طالبانو برید وکړ‪ ،‬او‬
‫کله چه په کال ‪۲۰۰۱‬م د طالبانو اقتدار سقوط وکړ‪ ،‬نو‬
‫امریکا د شمالي اتحاد له قوماندانانو سره په میلونهاوو‬
‫ډالرو کومک وکړ‪ .‬پدې مقصد ئې ونازول چه د امریکا‬
‫نظامي پلي قوتونو په ځای د دوی نظامي قوتونه له‬
‫طالبانو سره په جنګ کې وو‪ .‬امریکا یوازې د هوائی قواوو‬
‫طیارو په وسیله د طالبانو په مرکزونو ‪ B ۵۲‬خصوصا َ‬
‫مرګباره بمونه وغورځول‪ .‬هغه په سلهاوو مرکزونه ئې له‬
‫برید الندې راوستل کوم چه دغه د اسامه نظامي هغه اډې‬
‫وې چه د مختلفو اسالمي هیوادونو تیروریستان پکې روزل‬
‫کیدل‪.‬‬
‫‪967 of 1205‬‬

‫مګر کله چه کابل له طالبانو څخه آزاد شو‪ ،‬نو یو ځل‬


‫بیا هغه دروغجن ائتالف او شمالي اتحاد چه د طالبانو په‬
‫ضد د دښمنو احزابو "فارسي ژبو احزابو" تر منځ جوړ‬
‫شوی وو بیرته تر خپلو منځو په مختلفو سیمو کې په جنګ‬
‫شول‪ .‬چه د امریکا قوماندانان ئې هم په نوي پکر کولو‬
‫مجبوره کړل‪ ،‬چه اشتباه ئې کړې وه‪ .‬چه اصالَ او په‬
‫واقعیت کې دا د شمالي اتحاد په نوم قوماندانان له‬
‫طالبانو څخه ال د خطر هغه نښې لري چه خصوصا َ د‬
‫مخدره موادو قاچاق دوی کوي‪ .‬د عادي خلکو او دولت‬
‫ځمکې غضبوي‪ .‬ځانګړي زندانونه لري‪ .‬د وړو هکالنو او د‬
‫تاریخي آثارو د قاچاق عمده عامل همدغه مجاهد‬
‫قوماندانان دي‪ ،‬چه امریکا په پیسو او وسلو نازولي وو‪.‬‬

‫چه بیا د انتخاباتو مرحله راورسیدله او د افغانستان تاریخ‬


‫په ملړي ځل شاهد وو چه په افغانستان کې جمهور رئیس‬
‫د خلکو په مستقیم رای او تصمیم ټاکل کیده‪.‬‬

‫دا وه هغه دریمه مرحله چه فارسي ژبو "ازبکو‪ ،‬هزاره‬


‫او خصوصا َ د پنجشیر تاجکو" غوښتل دا ځل قدرت له‬
‫‪968 of 1205‬‬

‫پښتنو څخه د خپلو خلکو په رای او رای آچولو وګټي‪ .‬لوی‬


‫رقیب ئې یو پښتون وو‪" ،‬حامد کرزی" نومیده‪ ،‬او درۍ‬
‫کاله پخوا د " بُن " د معاهدې له مخې د انتقالي دولت‬
‫مشر ټاکل شوی وو‪ .‬او ال د قدرت په راس کې وو چه‬
‫اصالَ د کندهار وو‪ .‬په دې ‪ ۱۸‬نفرو کاندیدانو کې مطلق‬
‫اکثریت د فارسي ژبو وو‪ ،‬چه حتی یوې تاجکې ښځې هم‬
‫خپل ځان کاندید کړی وو‪ .‬مطلب دا وو چه که پدوی کې‬
‫کوم یو غیر پښتون د اکثریت رای ګټلی نشي‪ ،‬مګر د‬
‫پښتون "حامد کرزي" رائې به وویشل شي او کمې به‬
‫شي‪ .‬د وړونکي کاندید د رایو شمیر په سلو کې په ‪ ۵۰‬د‬
‫ګټونکي ټاکل شوی وو‪.‬‬
‫دا رنګه د فارسي ژبو د اقدام په تل کې څو‬
‫انګیزې پرتې وې چه دوی د یو پښتون کاندید چه جمهور‬
‫رئیس هم وو په ضد پدومره لویه پیمانه د یوې پراخې‬
‫جبهې د جوړولو‪:‬‬
‫‪ .۱‬یو عامل دا وو چه د شمالي په خلکو کې "کوهدامن او‬
‫کوهستان“ د ‪ ۱۹۲۹‬میالدي کال د کلکاني حبیب اهلل د‬
‫پاچاهي ګټلو خوند پاته وو‪.‬‬
‫‪969 of 1205‬‬

‫‪ .۲‬هم د اعلحضرت نادرخان د کابل له نیولو وروسته د‬


‫پکتیا او پښتنو هماغو نظامي او قامي لښکرو د شمالي‬
‫په خلکو د ظلم کولو "حتی باغونو ته ئې په اور آچولو"‬
‫ظلمونه هیر کړي نه وو‪ .‬چه ال د ابدالي اعلحضرت احمد‬
‫شاه په وخت کې هم همدغه د پروان او کاپیسا سیمو او‬
‫خلکو د پښتنو له السه مرګ لیدلی وو‪ .‬بیا پدې لنډو کلونو‬
‫کې طالبو پښتنو هم د شمالي د خلکو کورونو او باغونو ته‬
‫اور آچولی وو او له ‪ ۲۰۰‬څخه زیاتې ښځې ئې ترې بوولې‬
‫وې‪ .‬چه طالبانو په پاکستانیانو خرڅې کړلې او دوی ته د‬
‫هیریدو نه وو‪ .‬همدا ظلمونه یې په بامیانو کې په هزاره قام‬
‫هم د عام قتلونو‪ ،‬د کورونو د ورانولو او د کورونو د چورولو‬
‫په وحشت سرته ورسول‪ ،‬چه پدې وحشت کې طالبانو اکثرا َ‬
‫له پښتنو کوچیانو کار آخستی وو‪.‬‬
‫‪ .۳‬دریم عامل دا وو چه خصوصا َ د پنجشیر خلکو د جهاد‬
‫په کلونو کې له شورویانو سره د احمد شاه مسعود په‬
‫مشري افسانو ته ورته د جنګ میړانه ښودلې وه‪ .‬او په یوه‬
‫جنګ کې زما یاد شي چه خصوصا َ د ‪ ۱۹۸۳-۱۹۸۲‬د‬
‫احمد شاه مسعود لپاره د نابودي شرطونه برابر کړل‪ ،‬پدې‬
‫‪970 of 1205‬‬

‫علت چه پښتون او د اسالمي حزب مشر "ګلبدین حکمت‬


‫یار" د احمد شاه مسعود د نظامي حرکاتو په محاصره‬
‫کې د "غوربند" الره ونیوله‪ .‬چه له یوې خوا د شوروي پوځ‬
‫د درنو وسلو له ضربو الندې وو او بله خوا ال دردناکه‬
‫حالت دا وو چه بیرته د ګلبدین د حزب د حزبي نظامي‬
‫غړو له خوا هدف وګرزید‪ .‬نو احمد شاه مسعود مجبور‬
‫شو چه د شورویانو د سولې معاهده ومني او هم ځان له‬
‫تباهي څخه وژغوري‪ .‬هم ئې پدغه موده کې خپله مخه د‬
‫ګلبدین د قواوو په ځبلو ځانته خالصه کړه‪ .‬چه بیا‬
‫شورویانو په خپل ټول نظامي توان او طاقت له لسو څخه‬
‫زیات ځله په پنجشیر درنې حملې پیل کړلې چه ‪ ۵۰۰‬د‬
‫ټانګو او د درنو بم غورځونکو له بمونو څخه په شپو شپو د‬
‫پنجشیر د درې ځمکه‪ ،‬غرونه او کمرونه ښورول‪ .‬ګمان‬
‫کیده چه د پنجشیر په نوم دره به نور د ځمکې په سر پاته‬
‫نشي‪ .‬مګر ټول حرکات د احمد شاه مسعود د یو لوړ‬
‫دفاعي استعداد او په نظامي مهارت او د خپل قام په‬
‫ټینګه مالتړې او ده ته په وفاداري ناکامه شول‪ .‬هم د‬
‫احمد شاه مسعود او په مجموع کې د پنجشیر نوم ال‬
‫‪971 of 1205‬‬

‫افسانې پیدا کړلې‪" .‬ګرونوف" چه په افغانستان کې له‬


‫سلو زرو زیات شوروي پوځ مشر جنرال او قوماندان وو په‬
‫خپل کتاب کې ټول هر څه لیکلي دي‪ .‬ده پخپله هم په یوه‬
‫یرغل کې ئې مشري په غاړه آخستې وه او د هغو لوړو‬
‫غرونو تصویر ئې ویستلی‪ .‬حتی د خپلو عسکرو له حالت‬
‫نه خبرې کوي چه ډیر عسکر به ولویدل "ممکن د آکسیجن‬
‫له کمي څخه به وو" او بیهوشه به پاته شول‪ .‬او لیکي چه‬
‫څرنګه به مونږ د هلیکوپتر پوزې په یوه کمره باندې ونیولې‬
‫او عسکر به مو پیاده کړل‪ .‬هماغه افسانوي کیسې د ټولو‬
‫پنجشیریانو په غوږو کې ال پاته دي چه ئې غوښتل د‬
‫افغانستان واکمني هم تر السه کړي‪ ،‬او دا ئې د ځانو‬
‫حق ګاڼه‪.‬‬
‫مګر په رای ګیري کې ئې نامزد ناکامه شو او میدان یو‬
‫ځل بیا پښتون "حامد کرزي" وګاټه‪ .‬د هزاره د حزب‬
‫نماینده او د ازبکو د قام مشر هم بایلودله‪ .‬او قاطع‬
‫اکثریت پښتون ګټلی وو‪ .‬د پنجشیر د قام نماینده د رایو‬
‫شمیر په سلو کې ‪ ۱۶‬وو‪ ،‬د ازبکو د قام د مشر په سلو‬
‫کې ‪ ۱۵‬وو‪ ،‬د هزاره د قام په سلو کې ‪ ۱۳‬وو او د پښتون‬
‫‪972 of 1205‬‬

‫په سلو کې ‪ ۵۵‬څخه لږ زیات وو‪ .‬او هغه نور ‪۱۵ - ۱۴‬‬
‫کاندیدانو فیصدي ډیره کمه وه‪.‬‬
‫ددې کامیابي علت دوه وو‪:‬‬
‫یو‪ :‬د پښتنو نوم د طالبانو په ظلمونو بد شوی وو‪ ،‬ځکه‬
‫چه د طالبانو هم قاطع اکثریت پښتانه وو او هم همدغو‬
‫طالبانو ته قامي مشرانو د پښتنو په سیمو کې خپل‬
‫اوالدونه په نظامي کومک ورکړي وو‪ .‬خصوصا َ چه د‬
‫افغانستان ټول پښتانه د طالبانو په قدرت خوشاله وو‪ .‬مګر‬
‫کله چه د امریکا نظامي قوت راښکاره شو‪ ،‬دا یوه داسې‬
‫تاریخي پیښه او بدلون وو چه چا تصور کوالی نشوالی‬
‫چه د طالبانو واکمني به هم یوه ورځ ختمه شي‪ .‬پرته له‬
‫یوې آسماني معجزې نه چه د افغانستان دننه د ځمکې په‬
‫سر د داسې پکر ناممکن وو‪ .‬مګر کله چه دا بدلون راغی‬
‫دا په واقعیت کې د پښتنو په مخ د شرم څپیړه وه‪ .‬پښتانه‬
‫که په طالبانو کې وو او که د طالبانو مالتړ وو‪ ،‬په‬
‫کوهدامن‪ ،‬په هزاره جاتو او نورو فارسي ژبو سیمو کې‬
‫خپل پروني ظلمونه لیدل او مخې ته ئې کتار کتار د خپلو‬
‫ظلمونو صحنې ودریدلې‪ ،‬چه دا واقعا َ یو شرم وو‪ .‬اوس‬
‫‪973 of 1205‬‬

‫وروسته لدې به څه کیدل؟ دا پدې خاطر چه دوی ته د شرم‬


‫د اوړو پوزه پیدا شي‪ ،‬هماغه وو چه د " ُبن" په معاهده او‬
‫فیصله کې پښتنو ته د امید تکیه پیدا شوله او د نوي‬
‫انتقالي دولت جمهور رئیس یو پښتون وټاکل شو‪ .‬نو‬
‫پښتنو یو آرام نفس وویست‪ .‬ورپسې د جرګو مرحله راغله‪،‬‬
‫بیا ورپسې نوی اساسي قانون جوړ شو ‪.‬او اساسي‬
‫قانون انتخاباتو ته الره پرانستله‪ .‬دا کار وشو او ټولو‬
‫پښتنو قامونو په لوړ اکثریت هم د فارسي ژبو ډیرو‬
‫کاندیدانو د راتلونکي اقتدار مخه ونیوله او هم خپل تیر پټ‬
‫شرم ته یې په انتخاباتو کې ژبه پیدا کړه‪ .‬نو ټول یو موټي‬
‫شول او انتخابات ئې وګټل‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬هغه دا وو چه د "پنجشیر نوم" د تیرو جنګونو د‬
‫”قهرمان“ نوم شوی وو او کرار کرار دا نوم او قهرماني له‬
‫نورو ټولو فارسي ژبو "غیر پښتني قامونه" څخه او هم له‬
‫پښتنو قامونو څخه د "ځان د لوړتیا" د یوې خودخواهي‬
‫او امتیاز مرض پیدا کړ‪ ،‬چه مطلقه برالسي ئې د ځان حق‬
‫ګاڼه‪ .‬لکه څرنګه چه کله نوی دولت د " ُبن" د معاهدې له‬
‫مخې جوړ شو‪ ،‬نو د نوي حکومت په کابینه کې ډیر شمیر‬
‫‪974 of 1205‬‬

‫پنجشیریانو "تاجکو" د وزارتونو مقامونه تر السه کړل‪.‬‬


‫اکثریت وزیران د همدغه قام وو چه د تیر "جنګ او جهاد“‪،‬‬
‫که د شورویانو په ضد جنګ وو او که د طالبانو په ضد‪ ،‬د‬
‫"شمالي اتحاد" په نوم مقاومت وو‪ ،‬نو د وزارتونو او د‬
‫لوړو چوکیو معیار ئې ګاڼه‪ .‬مګر دا خبره مطرح نه وه چه‬
‫آیا دغو وزیرانو کوم تحصیل هم کړی وو او که نه؟ البته‬
‫چه داسې تخصص دوی ندرلود او پدې توګه وزارتونه د‬
‫پنجشیریانو له خوا اشغال شول‪ ،‬چه نور فارسي ژبو‬
‫اسالمي احزابو نمایندګان لکه "ازبک او هزاره" هم پکې‬
‫برخه واخستله‪ .‬مګر نه په دومره پراخ والي چه د پنجشیر‬
‫د غرنۍ درې اوسیدونکو دولت د ځان په انحصار کې‬
‫راوستی وو‪ .‬دې کار دوه تشویشونه رامنځ ته کړل‪ .‬یو دا‬
‫چه د غیر پښتنو قامونو تر منځه د پنجشیریانو بروالی‬
‫ازبک او هزاره ناراضه کړل‪ .‬که څه هم دوی مشترکا َ د‬
‫پښتنو د بیا اقتدار په ضد وو‪ ،‬مګر تر خپلو منځو ئې دا‬
‫نغوښتل چه پنجشیریان د باداري په سوچ وي‪ .‬او دا یو‬
‫واقعیت وو چه یو وخت چه پنجشیریانو د "محمدزي‬
‫شاهي خاندان" باداري ته بدرد ویل‪ ،‬مګر دادی چه اوس‬
‫‪975 of 1205‬‬

‫لدوی نه جوړ شوي د یو بیسواده بادار نوي قشر کبرجن‬


‫حرکاتو او په نورو د لوړتوب ناپسنده قامي خودخواهیو‬
‫هره خوا تشویش پیدا کړی وو‪ .‬چه له نورو قامونو زیات‬
‫پښتانه قامونو کې ئې د نوي تدبیر پکرونه پیدا کړل‪ ،‬چه‬
‫باید مخه ئې ونیول شي‪ .‬چه دا د تدبیر نوې چاره او الره‬
‫د انتخاباتو په زړه پورې فرصت وو‪ .‬خصوصا َ چه دغو‬
‫بیسواده وزیرانو د هر وزارت دننه د پنجشیري قام خپل‬
‫قامي نفر په مختلفو ماموریتونو مقرر کړل‪ ،‬چه مانا ئې او‬
‫یوازنی هدف او له ماموریت او چوکۍ څخه مرام رشوت‬
‫وو‪ ،‬لکه چور لکه غله‪ .‬د دولت داري آرزو او په افغانستان‬
‫کې د دولت داري بنیاد او ذهنیت له پیړیو همدا وو نه بل‬
‫څه‪ ،‬چه اهلیت او خلکو او وطن ته خذمت وي‪ ،‬بلکه یو چور‬
‫وو او دا چور پنجشیري قام او کوهدامني قام پوره ترسره‬
‫کړ‪ .‬ال هم په خپلو تیرو جنګي قهرمانیو نازیدل او ال ئې‬
‫هم وسلې درلودلې او ال ئې هم په خپلو خپلو سیمو کې‬
‫خود مختاره قوماندانان او نظامي فرقې او ُغنډونه درلودل‪.‬‬
‫چه د مخدره موادو او د معدني ملي منابعو د غیر قانوني‬
‫ویستلو او د قاچاق عمده انحصار او له مافیائي تشکیالت‬
‫‪976 of 1205‬‬

‫سره لوی شریکان او رهبران همدوی وو‪ .‬او چه په دولت‬


‫کې وزیران هم همدوی وو‪ .‬مګر ناخبره لدې چه سخته‬
‫بدنامي ئې تر مخ وه‪ ،‬چه په خپل الس او کبر ئې ځانو ته‬
‫برابره کړه‪ .‬آن تر دې چه د کابل په علمي موسسه کې هم‬
‫یو پنجشیری محصل به له استاد نه د امتحان نمرې په‬
‫تهدید تر السه کولې او له نورو شاګردانو به ئې ځانونه لوړ‬
‫شمیرل‪ .‬چه یو قتل هم یو پنجشیري محصل وکړ‪ ،‬ځکه چه‬
‫قاضیانو هم څه ورته یا ویلی نشولی او یا هم خپله‬
‫څارنواالن او قاضیان هم پنجشیریان وو‪ .‬جمهور رئیس‬
‫”حامد کرزی“ د شمالي اتحاد د همدغو وزیرانو او‬
‫قوماندانانو په الس کې یو اسیر وو‪ .‬کرار کرار د‬
‫افغانستان د اوسیدونکو نورو قامونو خصوصا َ د پښتنو‬
‫تشویش یې ال هم زیات کړ‪ .‬همدا تشویش وو چه په‬
‫انتخاباتو کې یو موټی د پښتانه حامد کرزي شاته په‬
‫ټینګو پوښو ودریدل او له ‪ ۵۵‬فیصدي رایو څخه لږ زیات‬
‫حامد کرزي وګټلې‪ .‬او د یو منتخب جمهور رئیس په توګه‬
‫د حامد کرزي ګټل په واقعیت کې د پښتنو د قام پیروزي‬
‫او اتحاد وو‪ .‬دا ددې حقیقت ثبوت هم وو چه د افغانستان‬
‫‪977 of 1205‬‬

‫نفوس اکثریت پښتانه دي‪ ،‬چه که د وروڼو په حساب وي دا‬


‫ئې وښودله چه پښتون قام د نورو قامونو په وړاندې د‬
‫افغانستان دننه "مشر ورور" دی‪ .‬چه باید په مشرتابه ئې‬
‫نور قامونه هم اعتراف وکړي او هر قام خپل خپل حد‬
‫وپیژني‪.‬‬
‫پدې توګه د غیر پښتنو "تاجک‪ ،‬ازبک‪ ،‬هزاره" د‬
‫قدرت او دولتي واکمني خوځیدا او په دریم ځل د ناکامي‬
‫او د پښتنو د دوباره کامیابي درۍ تاریخي مرحلې سرته‬
‫رسیدلې وې‪ .‬چه ملړی پاڅون هم د کابل شمال ته د‬
‫کوهدامن د خلکو "کلکاني حبیب اهلل" په مشري ښکاره‬
‫شول‪ .‬او بیا هم د کابل شمال ته په دوهم ځل د پنجشیر د‬
‫خلکو له خوا رهبري شوله او ورسره ازبکو او هزاروو برخه‬
‫آخستې وه‪ .‬مګر که کلکاني حبیب اهلل وو‪ ،‬هم پښتنو ګونډه‬
‫کړ‪ ،‬او که د پنجشیري‪ ،‬جهادي او د اسالمي احزابو تړون‬
‫هم وو " ‪ " ۱۹۹۶ - ۱۹۹۲‬مګر د پښتنو طالبانو له خوا‬
‫ګونډه کړل شول‪ .‬او که بیا د انتخاباتو مرحله وه بیا بیا هم‬
‫پښتنو خپل قدرت وښود چه حامد کرزي ته ئې انتخابات‬
‫وګټل‪.‬‬
‫‪978 of 1205‬‬

‫مګر اصلي مطلب دادی چه‪:‬‬


‫پدې ټولو تیرو کلونو کې د هر قام موټی خالص شوی‬
‫وو او هر قام چه په خپلو السو کې پټ هر څه ساتلي وو‬
‫مګر میدان ته ووتل‪ .‬او دا تاریخي حقیقت معلوم شو او‬
‫میدا ن ته اووت چه د افغانستان په نوم په یو سرپټي زنګ‬
‫وهلي صندوق کې د پیړیو ذخیره شوي پټ کین‪ ،‬پټو‬
‫غوصو او نفاق‪ ،‬کرکه او بیزاري په څومره شدت او ملبو او‬
‫په ورانونکو ُعقدو او خودخواهیو لور تر لوره دا اور له وطن‬
‫څخه تاو شو‪ .‬لویشت لویشت پدې هیواد کې د وسلو او‬
‫باروتو انبارونه پراته وو او زړونه له غوصو او له نفاق څخه‬
‫ډک وو‪ .‬خصوصا َ چه د پیړیو جهالت‪ ،‬بیسوادي‪ ،‬فقر او د‬
‫بیکاري تورو تیارو څخه بل څه نه وو‪ .‬چه کله دا سرپټی‬
‫صندوق د شوروي اتحاد د پوځي یرغل د توپان په څپو‬
‫مات شوی وو او نور پټ هر څه بهر راوتلي وو‪ ،‬چه نه ئې‬
‫د ملي فرهنګ فخر درلود او نه هم پکې د ملي او علمي‬
‫اتحاد ویاړنې موجودې وې‪ .‬او دا واقعیت معلوم شو چه‬
‫لدې هیواد سره هر چا جفا کړې وه‪.‬‬
‫‪979 of 1205‬‬

‫د یاد وړ بله خبره داده چه مجاهدینو دا نه یوازې چه له‬


‫‪ ۵۰۰۰۰‬زیات د کابل خلک په خپل منځي جنګونو کې‬
‫ووژل‪ ،‬بلکه کابل ئې هم وران کړ‪ .‬مګر بله مهمه وراني د‬
‫تحصیل او د معارف سیستم ته هم همدغو جنګ ساالرانو‬
‫او جنایت کارانو ورساوو پدې مانا چه‪:‬‬
‫کله چه دغه د مجاهدینو رهبران قوماندانان او‬
‫سرمایه دارانو په کابل منګولې خښې کړلې‪ ،‬نو د دغو‬
‫میلونرانو زامنو هم چه څومره کابل له شخصي لوکس‬
‫ترینو موټرو ډک کړ‪ ،‬ورسره یې بې له کوم امتحان او بې‬
‫له کوم سواد څخه دغو میلونرو ځوانانو د پیسو په زور‬
‫ځانونه د پوهنتون په مختلفو پوهنځیو کې شامل کړل‪ .‬دا‬
‫یوه وراني وه‪ ،‬بله وراني دا ده چه دوی له خپلو استادانو‬
‫یا په زور او تهدید نمرې آخلي او دغه اوس "کال ‪ ۲۰۰۴‬د‬
‫دسامبر میاشت" او یا رشوت ورکوي‪ .‬پرون ما ته د کابل‬
‫پوهنتون یو استاد کیسه کوله چه "کله چه د امتحان‬
‫پارچې مونږ ټولې کړلې‪ ،‬نو یو ځوان د پارچې په تسلیمولو‬
‫ماته وویل چه "استاد! رشوت میګیري؟ بګو چند ډالر‬
‫‪980 of 1205‬‬

‫برایت بیارم؟“‪ .‬مانا ئې دا وه چه که نه خو له ژوند نه د‬


‫الس پریمینځه! پدې توګه د پوهنتون ډیر استادان هم په‬
‫رشوت آخستلو اوس ککړ شوي دي‪.‬‬

‫***‬

‫دا پوره معلومه وه چه مخصوصا َ د افغانستان ښځو له‬


‫حزب‪ ،‬حزبي نفاق او حزب بازیو څخه بیزاره وې‪ ،‬چه د‬
‫‪ ۲۵‬کلونو جنګونو ئې د حزب او حزب بازیو په علت کې‬
‫لیدل او د افغانستان د ورانیو علت یې هم همدغه حزبي‬
‫نفاق او دښمنیو کې لید‪ ،‬چه مهاجرتونو هم او نور دردونه‬
‫ورسره وو‪ .‬دا یو بل علت وو چه په انتخاباتو کې ئې خپلې‬
‫رائې اکثرا َ "حامد کرزي" ته ورکړې‪ ،‬ځکه چه د حامد‬
‫کرزي السونه مستقیما ً د افغانانو په وینو ککړ نه وو‪ .‬او د‬
‫کوم حزب په پټو سترګو غالم نه وو او نه ئې هم همداسې‬
‫یو جنایت کار حزب درلود چه رهبر ئې "حامد کرزی" وي‪.‬‬
‫‪981 of 1205‬‬

‫د افغانستان په تاریخ کې په ملړي ځل ښځې په سرتاسري‬


‫توګه په ټول وطن کې له کورونو څخه راوتلې وې‪ ،‬د‬
‫انتخاباتو مرکزونو ته ورغللې‪ .‬نور ئې خپل نارینه پیژندلي‬
‫وو چه یوازې په خپل کور کې په خپلو ښځو نران وو‪ .‬پدې‬
‫توګه دا د افغانستان په هیواد کې د زنداني شوو ښځو یو‬
‫خاموش پاڅون او هغه عصیان هم وو چه د خپل تیر‬
‫دردناک ژوند په ضد ئې ښکاره کړ‪ .‬نه چه کوم باسواده‪،‬‬
‫سیاسي تنظیم شوی شعور وي‪ ،‬بلکه د افغان په نوم په‬
‫نرانو یادو شوو‪ ،‬مګر په ټول تاریخ کې د خپل وطن د‬
‫ورانونکو‪ ،‬د وطن له مسئولیت څخه د ناخبرو خودخواهانو‬
‫او د جهالت‪ ،‬بې سوادي او بې تفاوتي‪ ،‬د ظلم او الرو‬
‫نیونکو‪ ،‬ددې ځانو ته غیرتي ویونکو د بې غیرتي په ضد یو‬
‫عکس العمل وو‪ .‬پدې امید وو چه که ګوندې وروسته له‬
‫انتخاباتو څخه د افغانستان نران په خپلو تیرو اشتباهاتو‬
‫اعتراف وکړي او دا هغه څه وو چه د افغانستان ښځو‬
‫غوښت او دا غوښتنه د یو واقعیت په توګه دغه اوس په‬
‫افغانستان کې پوره پوره محسوس کیږي‪ .‬چه د‬
‫افغانستان نارینه اوسیدونکي د خپلو تیرو ظلمونو او بې‬
‫‪982 of 1205‬‬

‫غیرتیو او بې همتیو د یو خاموش اعتراف په عمومي حالت‬


‫کې دي‪.‬‬
‫د انتخاباتو د مرحلې بله ویژه ګي او خصوصیت دا‬
‫وو چه دا د افغانستان ښځینه قوت وو د "ژبې او قام‬
‫خصوصا َ د فارسي ژبو او پښتو ژبو" تورې کرښې ئې‬
‫ماتې کړلې‪ .‬ځکه چه د ډیرو فارسي ژبو قامونو ښځو یو‬
‫پښتون کاندید ته رائې ورکړې‪ .‬هر څوک له حزب او حزب‬
‫بازیو څخه بیزاره وو او په خپلو حزبي پرونیو دښمنیو‬
‫شرمیدل‪ .‬یو د بل مخ ته ئې په باور نه کتل چه له پرونیو‬
‫حزبي دښمنیو څخه ډیرې پټې لوڅې دښمنۍ پاته وې‪.‬‬
‫مګر دا چه دې هیواد ته د امریکا په مشری د جهاني‬
‫ائتالف نظامي قوتونه راغلي وو او د "القاعده" او‬
‫"طالبانو" پسې د امریکا په مشري همدا ‪ ۱۸۰۰۰‬پوځ‬
‫ګرزیده‪ ،‬نو دا ددې سبب هم شوی دی چه په همدې مرحله‬
‫کې افغانان د خپلو حزبي دښمنیو انتقام موقتا ً خاموش‬
‫وساتي‪.‬‬
‫دا رنګه نسبي آرامي او خاموشي چه له ‪ ۲۰۰۱‬کال‬
‫څخه د امریکایانو له نظامي مداخلې څخه په افغانستان‬
‫‪983 of 1205‬‬

‫پیدا شوې ده او په جرمني کې د " ُبن " له تاریخي‬


‫معاهدې سره د یو نوي دولت د حکومت په جوړیدو سره‬
‫ډیر مهاجر افغانان له پاکستان او ایران څخه بیرته‬
‫افغانستان ته راغلل‪ .‬دوی له ځانو سره دوه مهم حیاتي‬
‫نوي درسونه هم راوړي وو‪ ،‬چه په خپلو کلیو‪ ،‬والیاتو او‬
‫خپلو کورونو کې آرام کشیني‪.‬‬
‫یو‪ :‬هر مهاجر افغان په پاکستان او ایران کې ډیر سخت‬
‫حقارتونه او تحقیرونه تیر کړي وو‪ .‬دې رنګه تحقیرونو‬
‫ددوی په رګ رګ وجود کې د دوباره ذهني جهان د زیږیدو‬
‫عامل شوی وو‪ .‬ددوی د ذهني نوي جهان له زیږیدو سره‬
‫ئې هغه پرون ور په زړه کاوو‪ ،‬چه که په خپل خوار او‬
‫خاورین کور کې وږی هم وو‪ ،‬الکن له "پردۍ ژبې ئې"‬
‫زخم نه آخست‪ .‬او همدا تحقیرونه وو چه د خپل وطن په‬
‫قدر پوه شول‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬کله چه دا مهاجرین خپل هیواد ته د ملل متحد په‬
‫کومک راستانه شول‪ ،‬دوی هم د نورو هیوداونو آباد اړخونه‬
‫لیدلي وو چه د افغانستان په هیواد کې نه وو‪ .‬دا یو ژور‬
‫بل ذهني تحول وو چه دوی که نوي شیان لیدلي وو او دې‬
‫‪984 of 1205‬‬

‫مقایسې ته ئې نژدې کړي وو چه ددوی په اذهانو کې د‬


‫پوښتنو قضاوت پیدا کړي‪ .‬همدغو پوښتنو دوی ته په‬
‫مهاجرت کې د هغو هیوادو د ترقي د هر اړخیزو تاثیراتو‬
‫له جملې څخه نوې ژبه هم ورکړې وه‪ ،‬چه دا ژبه په هغو‬
‫هیوادونو کې ددوی د اوالد د تحصیل له نوې زدکړې څخه‬
‫پیدا شوې وه‪ .‬خصوصا َ چه د تیرو ‪ ۲۵‬ــ ‪ ۳۰‬کلونو دننه په‬
‫افغانستان کې سیاسي بدلونونو او ورسره وحشت او‬
‫نارحمیو د افغانانو د وړو او زړو‪ ،‬د ښځو او نارینه وو‬
‫ټول هډوکي ال سیاسي کړي وو‪ .‬د هر نوي دولت او‬
‫حکومت له خوا ټکول شوي وو‪ .‬او دا یو علت شو چه دوی‬
‫ئې هم ډیر "ځیرک" کړي وو او هم په همدغه ځیرکي کې‬
‫په یو او بل چا سیاسي باور ندرلود‪ .‬په نتیجه کې دا له‬
‫افغانانو او له افغانستان څخه بهر په پردیو هیوادو کې د‬
‫مهاجرو افغانانو تر خپلو منځو د یو پردي هیواد په فضا‬
‫کې د یو باوري آرام خوب لپاره د الس ته راغلي فرصت‬
‫شرطونه وو‪ ،‬چه هلته ئې لکه په افغانستان کې کورونه د‬
‫افغانانو له خوا نه چور کیدل او نه وژل کیدل‪ .‬ځکه هلته‬
‫دوی د یو دولت له قانوني مصئونیت او چتر الندې ژوند‬
‫‪985 of 1205‬‬

‫کاوو‪ ،‬کوم چه دا رنګه قانون او دولت په افغانستان کې نه‬


‫وو‪ .‬بلکه په افغانستان کې جنګونه له خپلو افغانانو څخه‬
‫وو‪ ،‬هره خوا جنګ وو‪ .‬افغان یو دښمن وو‪ ،‬یو غل وو‪ ،‬یو‬
‫دروغ وو‪ .‬افغان هم په خپل ځان کې او هم بل ته چل وو‪.‬‬
‫او په همدغه چل‪ ،‬دروغ او جنګ په بل هیواد کې په‬
‫"مهاجر" یاد شول‪ .‬که دوی ته مظلوم وویل شول‪ ،‬مګر‬
‫ظالم څوک وو؟ بیا که همدغه مظلوم بیرته ظالم شو‪ ،‬دا هم‬
‫افغان وو‪ .‬او یو وخت همدا ظالم هم مهاجر شو‪.‬‬
‫دادی چه همدا ظالم او مظلوم نور چه کله خپل هیواد‬
‫ته راستانه شول یو د بل مخ ته ئې په هسکو سترګو کتلی‬
‫نشولی‪ .‬دا ددغه اوسني مرحلې "‪ ۲۰۰۱‬ــ ‪۲۰۰۴‬م" د نوي‬
‫ژوند په پیل ددوی تر خپلو منځو د شرم خاموشي ده‪ .‬چه‬
‫کله خپل وران شوي هیواد کنډوالو ته ګوري بیرته ئې خپل‬
‫پروني جرمونه هم ورپه یاد کیږي‪ ،‬چه مخکې لدې چه‬
‫مهاجر شي او یو مظلوم او پناه غوښتونکي شي‪ ،‬مګر‬
‫دوی مخکې لدې مظلومیت او مغلوبیت نه غالبان او ظاملان‬
‫وو‪ .‬بیا همدا ځایونه او السونه بدل شول‪ ،‬مګر ظلم بدل‬
‫نشو‪ ،‬په خپل ځای پاته شو‪ ،‬یوازې ظاملان بدل شول‪.‬‬
‫‪986 of 1205‬‬

‫ډیرو افغان مهاجرو له ځانو سره خپل زوړ او ګمراه ذهن‬


‫هم نورو هیوادونو ته ویوړ او هلته هم ډیر افغانان له چل له‬
‫دروغو او غال څخه کار واخیست‪ .‬په قانوني ژوند بلد نه‬
‫وو‪ ،‬قانون پدوی بد لګید او په خپلو ځانو کې ئې یو‬
‫اخالقي نظم ندرلود‪ .‬چه همدا د چل او چاالکي د خوی‬
‫ګناوې ئې هم په هغو هیوادونو کې ښکاره کړلې‪ .‬چه کرار‬
‫کرار افغانان خپل ځانونه پردیو هیوادو ته په کرکه معرفي‬
‫کړل‪ .‬هغه کمونستان چه هر یو ئې د شوروي اتحاد د‬
‫جنایتونو په جرمونو کې عامالن او شریکان وو او د خپلو‬
‫وطنوالو قاتالن وو‪ ،‬مګر په غربي هیوادو کې ومنل شول‪.‬‬
‫او پوښتنه داده چه ولې په افغانستان کې غله او قاتالن‬
‫محاکمه نشول؟ ځواب ئې دادی چه‪:‬‬

‫په افغانستان کې تقریبا ً هر حزبي شوی او تنظیمي‬


‫شوی افغان جنایت‪ ،‬چور او جرمونه ترسره کړي وو‪ .‬آیا یو‬
‫قاتل مجاهد څرنګه یو کمونست قاتل ته قاتل ویلی شولی؟‬
‫یو غل څرنګه بل غل محاکمې ته کش کړی وای؟ هم‬
‫کمونست قانون او هم د اسالم قانون د افغان ملي قانون‬
‫‪987 of 1205‬‬

‫نه وو! افغان خپل ملي قانون ندرلود‪ ،‬چه هم د کمونیزم او‬
‫هم د اسالم پردی قانون محاکمه کړي‪ .‬پدې هیواد کې ټول‬
‫حزبي یا تنظیمي افغانان مجرمین وو‪ .‬پاک څوک نه وو‬
‫چه مجرم د قانون منګولو ته وسپاري او انساني عدالت او‬
‫بشري حق پر ځای کړل شي‪ .‬د افغانستان د هیواد تاریخ‬
‫یو ځل بیا له خپلې تاریخي اشتباه سره د شلمې پیړۍ په‬
‫پای کې مخامخ شوی وو چه افغانستان تش په نوم د‬
‫افغانانو وو‪ ،‬مګر په واقعیت کې افغانانو د خپلو میندو‬
‫شیدې له یاده ویستلې وې‪ .‬او پدې واقعیت د افغانانو‬
‫میندې باالخره د یو پکر خاوندې شوې وې‪ ،‬که څه هم دا‬
‫پکر او قضاوت د علمي الفاظو په مسیر کې مخامخ او‬
‫لوڅ غږ ندرلود او دا غږ ئې خپلو نارینه وو ته په هوشدار‬
‫آووښتی نه وو‪ ،‬چه د غالمي کړۍ له خپلو غاړو وباسي او‬
‫خپله وینه د پیړیو له بیګانه پرستیو او تیارو څخه‬
‫پریمینځي‪ .‬ووائي چه ملړی زه "انسان" یم او بیا "افغان"‬
‫یم‪ ،‬خپلې د مور شیدې او خپل وطن لرم‪ ،‬د خپل اخالقي‬
‫وجدان آزادي لرم او په خپل وجدان باور لرم‪ .‬مګر د داسې‬
‫بربنډ شعور او غږ په ځای سترګې خاموشه غږیدلې‪.‬‬
‫‪988 of 1205‬‬

‫دا ځکه د سترګو غږ وو چه نور د افغان نارینه‬


‫کسانو خپلو ښځو ته هسکې سترګې ندرلودلې‪ .‬ځکه چه‬
‫له خارجو هیوداو څخه ئې د خپلو کورونو‪ ،‬د خپلو ښځو او‬
‫د خپلو سرونو د ساتلو لپاره نظامي مرستې او قوتونه‬
‫غوښتل‪ .‬مانا دا وه چه افغان نارینه وو به په خپل کورونو‬
‫کې له خپلو ښځو څخه اوالدونه زیږول‪ ،‬مګر اوالدونه او‬
‫خپلې ښځې به ئې په پردي مټ ساتل‪.‬‬

‫همدغه افغانان وو چه کله مهاجر شول د دنیا ډیر کم‬


‫داسې هیواد به پاته وو چه افغان ورغلی نه وي‪ .‬چه ملړی‬
‫په احترام هرکلي شول‪ .‬دا د افغانانو خوی دی چه ملړی‬
‫ځانونه ډیر عاجز ښکاره کوي‪ ،‬مګر کله ئې چه پوښې‬
‫ځمکې ته ورسیږي بیا نو خپل زاړه خصلت څخه د چل او‬
‫چل بازیو الرې جوړوي‪ .‬چه دا په ډیرو هیوادو کې د منلو‬
‫نه وې‪ ،‬چه ډیرو هیوادونو خپل احترام د افغانانو په مقابل‬
‫کې پریښود‪ .‬په غیر قانوني اعمالو ډیر افغانان زندانونو‬
‫کې هم ولویدل‪ .‬نه چه خپلو بدو اعمالو ته په پام شي او یا‬
‫اعتراف وکړي‪ .‬یا په خپل روح کې انساني بدلون او نوې‬
‫‪989 of 1205‬‬

‫تربیه راولي‪ .‬یا هم په خپل مهاجرت پکر وکړي چه د خپلو‬


‫افغانانو د ظلمونو له السه مهاجر شوي دي‪ .‬مګر افغانانو‬
‫به د کوربه هیواد له ظلمونو کوکې وهلې او هر څه به ئې‬
‫په بهر آچول‪ .‬که څه هم دوی ټول د مسلمانانو د خپل‬
‫منځي جنګونو او اسالمي وحشت څخه غیر مسلمان‬
‫هیوادونو تښتیدلي وو‪ ،‬مګر هلته یې بیا اسالم او شریعت‬
‫غوښت‪ .‬حتی نور بې آزاره افغان مهاجر به هم تهدیدول‪.‬‬
‫چه په نتیجه کې د افغان په نوم د دنیا د هیوادونو ورونه‬
‫وتړل شول‪ .‬د افغان نوم د چل او فریب کاریو په نوم‬
‫واووښت‪ ،‬چه په هر رنګه غیر قانوني کارونو کې ددوی‬
‫السونه تر قاچاق پورې ککړ وو‪ .‬دا د اکثریت تجربه شوي‬
‫واقعیت داستان دی چه د پاک افغان نوم د یو واړه اقلیت‬
‫موضوع کې راځي‪.‬‬
‫پدغو ټولو حاالتو نږدې ترین شاهدان د افغانستان‬
‫مظلومې او درد لیدلې ښځې وې‪.‬‬

‫چه کله د ‪ ۱۳۸۳‬کال د میزان په ‪۱۸‬مه عمومي انتخابات‬


‫ترسره شول‪ ،‬په لسو میلونو افغانانو کې نیمایه ښځینه‬
‫‪990 of 1205‬‬

‫وې‪ .‬چه په انتخاباتو کې ئې برخه واخستله‪ ،‬او پدې توګه‬


‫ئې په خپلو کورونو کې د زندان دیوالونه مات کړي وو‪ .‬دا‬
‫د پیړیو محکومیت د دوام په ضد یوه عظیمه خوځیدا وه‪.‬‬
‫دا ددوی پاک زړونه وو چه په خپل هیواد ځوریدل‪ ،‬ځکه چه‬
‫دوی نور هیوادونه په مهاجرت کې له نژدې څخه لیدلي وو‬
‫او پدې سوچ شوي وو چه ددوی د هیواد د نفاق او د‬
‫ورانیو داخلي عوامل همدا ددوی ځانو ته باتوران ویونکي‬
‫دي‪ ،‬چه زور ئې یوازې په خپلو ښځو رسیده‪ .‬که به ئې‬
‫واده کولې دوی وو‪ ،‬که به ئې وهلې ټکولې بیا هم همدا‬
‫غیرتي باتوران وو‪ ،‬چه ښځو ته ئې د عربي اسالم له‬
‫سترګو په حقارت کتل او له حیوان څخه ئې ال هم ټیټې‬
‫ګڼلې‪.‬‬
‫دوی بیا هم لیدل چه‪:‬‬
‫که د شوروي نظامي قوتونو په افغانستان باندې تجاوز‬
‫وکړ‪ ،‬دا د یو احمق‪ ،‬وحشي او نارحمه سیستم ترجمان او‬
‫ظالم تصویر وو‪ .‬دا سیستم له ظلم څخه اوبدل شوی‬
‫ځنځیر وو‪ .‬خبره حل وه چه دا یو پردی او افغانستان ته‬
‫راغلی دښمن وو‪ .‬مګر هغه څه چه دننه له خولو او پکرونو‬
‫‪991 of 1205‬‬

‫څخه لویدلې خبرې وې او د افغانانو په دننه دروني جهان‬


‫او دورن مایې تړل کیدل چه بیا هم خاورې پرې واړول‬
‫شولې‪ .‬هغه خبرې قصدا َ پټې پریښودل شولې چه د‬
‫شوروي له ظلمونو څخه کم ندي‪ .‬د حقیقت له بیان څخه‬
‫سترګې پټوي بیا هم بیا هم او بیا هم دروغ وایي چه نه‬
‫کمونستانو او نه هم د مجاهدینو رهبرانو خپلو ګریوانو ته‬
‫سرونه ټیټ کړي چه هلته یو وجدان پروت دی چه د انسان‬
‫اخالقي معنویت جوړوي‪ .‬د هغه وجدان غږ واوري‪ ،‬ووائي‬
‫او اعتراف وکړي چه هم له خپل وطن څخه‪ ،‬هم له لوی‬
‫ژوند څخه‪ ،‬هم له تاریخ او انسان څخه بښنه غواړو‪ .‬مونږ‬
‫هیڅ وخت د خپلې ژبې پاکي ساتلې نده‪ ،‬او هیڅ وخت‬
‫مونږ حقیقت منلی ندی‪ .‬مونږ د بښلو نه یو‪.‬‬

‫***‬
‫‪992 of 1205‬‬

‫نهمه برخه‬
‫‪993 of 1205‬‬

‫نن د جدي ‪ ،۶‬کال ‪۱۳۸۳‬‬


‫‪26.12.2004‬‬

‫‪ ۲۵‬کاله پخوا ‪۱۳۵۸‬ش‪۱۹۷۹ /‬م په افغانستان‬


‫د شوروي پوځ د یرغل ورځ‬
‫لس کاله اشغال‪ ،‬وحشت او عام قتل‬

‫دا یوه هفته کیږي چه د جدی له پیل نه تر شپږم پورې د‬


‫"آزادی رادیو" یو پروګرام ترتیب کړی دی او موضوع ئې‬
‫داده چه هم د ‪ ۱۳۵۷‬د ثور د اوومې کودتا له رهبرانو سره‬
‫او هم د مجاهدینو له حزبي مشرانو سره د هغو کلونو په‬
‫علتونو خبرې کوي‪ .‬دا مطلب لټوي چه څرنګه شوروي پوځ‬
‫راغی؟ چا راوغوښت؟ آیا ددې عام قتل مسئولیت دوی مني‬
‫که نه؟ اعتراف کوي که نه؟ معذرت غواړي او که نه نور څه‬
‫وائي؟‬

‫ما دا ټولې خبرې د رادیو له الرې تعقیب کړلې او‬


‫واوریدلې‪ .‬د هغو کسانو له خولو څخه چه دوی هم د ثور‬
‫په کودتا کې فعال نظامي قوتونه وو او هم بیا وروسته‬
‫‪994 of 1205‬‬

‫سیاسي او حزبي رهبران وو‪ .‬دا کسان چه وروسته‬


‫کمونست او مقتدر قوتونه ترې جوړ شول د سردار محمد‬
‫داود خان د جمهوریت په کلونو کې اکثره دوی ما پیژندل‪.‬‬
‫پدې مانا چه کله ماته په جمهوری نظام کې وظیفه راکړل‬
‫شو‪ ،‬نو ما په خارج کې د دریم دیپلوم د تر السه کولو د‬
‫تحصیل دوام پریښود او خپل هیواد ته راغلم‪ .‬خصوصا َ د‬
‫سردار محمد داود خان د "مانیفست او خلکو ته د خطاب“ د‬
‫محتوا په لوستلو زیات خوښ شولم او په دې باور شولم چه‬
‫په مانیفست کې د هیواد د آبادي لپاره د هیواد خپل‬
‫مختص شرطونه په نظر کې نیول شوي وو‪ .‬او د یو مترقي‬
‫او ملي پالن مهم اړخونه پکې ذکر شوي وو‪.‬‬

‫لدې چه تل کابل د افغانستان د یو خوار کلیوال ژوند په‬


‫راس کې هم سیاسي پایتخت وو او هم تل د یو اقلیت‬
‫قشر د ادبې ژبې مرکز وو‪ ،‬نو د نوي پکر او د نوي ژبې‬
‫غږ له کابل څخه سرچینه نیوله او بیرته به په همدغه کابل‬
‫کې پاته کیده‪ .‬بیرته په همدغه کابل کې په سیاسي‬
‫‪995 of 1205‬‬

‫برخورد آووښت او د اقلیت روشنفکرانو تر منځه به د‬


‫خصم او خشونت علت او معلول هم شول‪.‬‬

‫د ‪ ۱۳۵۲‬د سرطان د میاشتې د شپږویشتمې نیټې کودتا‬


‫څټ ته لکه څرنګه چه مخکې هم ذکر شول‪ ،‬جهاني‬
‫سوسیالیستي افکارو د وروسته پاته هیوادو لپاره په ټوله‬
‫نړۍ کې له فقر څخه د خالصون د امید افکار وو‪ .‬هر‬
‫وروسته پریښودل شوي هیواد د خپل وروسته والي خپل‬
‫خپل شرطونه درلودل‪ ،‬چه طبعا َ د خپل خپل حل پالنونو او‬
‫د امیدونو پکرونه ئې هم درلودل‪ .‬افغانستان لداسې یو‬
‫نوي جریان څخه لیرې پاته کیدلی نشولی‪ ،‬لکه چه بیا‬
‫همداسې هم وشول او د سوسیالیستي افکارو له جریان‬
‫سره ډیر ځوانان "چه په تحصیل کې وو او باسواده وو"‬
‫وتړل شول‪ .‬کله چه زه افغانستان ته راغلم‪ ،‬نو د دغو‬
‫سوسیالیستي افکارو خاوندانو او رهبرانو وغوښتل چه ما‬
‫هم وویني‪ ،‬چه آیا په کوم سیاسي جریان کې ووم‪ ،‬که نه؟‬
‫په کوم حزب تړلی ووم‪ ،‬که نه؟ د سوسیالیزم د افکارو‬
‫مخالف ووم‪ ،‬که نه؟ او که نه ووم‪ ،‬نو بیا آیا په افغانستان‬
‫‪996 of 1205‬‬

‫کې د جوړو شوو مترقي او انقالبي دوو مهمو حزبونو‬


‫”دخلق ګوند" او د "پرچم د ګوند" له جملې څخه کوم غوره‬
‫بولم؟ ځکه چه دواړو احزابو کوشش کاوو چه یو بل‬
‫باسواده او یا روشنفکر هم خپل خپل حزب کې شامل‬
‫کړي‪ .‬د همدغه علت انګیزه وه چه هم زما په جمهوري‬
‫نظام کې دولتي چوکۍ دوی ته جالبه وو او هم د خلق او‬
‫پرچم تر منځه رقابت او حتی حزبي دښمنیو دا تالش ال‬
‫زیات کړی وو‪ ،‬چه دا دښمنې ډلې پدې مطلب له یو او بل‬
‫څخه قوت ومومي کوم چه دوی له خپل ایدیولوژیک دښمن‬
‫”اخوانیزم“ څخه ال ډیر یو د بل په ضد سخت بدرنګه‬
‫تبلیغونه کول او یو د بل په بدنامولو مشغول وو‪.‬‬

‫د پرچم اکثره رهبران د کابل د اوسیدونکو څخه وو چه‬


‫پلرونه ئې له پخوا څخه په دولت کې مهم غړي وو یا د لوړ‬
‫رتبو ”محمدزي شاهي خاندان“ سره تړلي وو‪ .‬چه په‬
‫نتیجه کې ددوی د اوالدونو "کابلي" هماغه چاالکه خوی‬
‫وو او سخت په ژبو ماهر او زرنګ وو‪.‬‬
‫‪997 of 1205‬‬

‫دغه السونه ماته هم په دوستي راورسیدل چه ممکن د‬


‫پرچم په حزب کې غړی شم‪ ،‬چه ما هیڅکله ونه منله‪ .‬بیا‬
‫کرار کرار ددوی له خوا ماته په دریم الس پیشنهاد وشو‬
‫چه‪ :‬د "پرچم او خلق" تر منځه د روغې جرګه ومنم‪ .‬دوی‬
‫ویل چه یو ځل مو همدا پیشنهاد "خان عبدالغفار خان" ته‬
‫هم کړی وو او هغه هم منلی وو‪ ،‬مګر نتیجه ئې ورنکړه‪ .‬نو‬
‫که دا کار ما کړې وای‪ .‬مګر زه بیخي نوی راغلی ووم‪ ،‬چه‬
‫ددوی د حزبي پټو تر خپلو منځو له دسیسو نه هیڅ خبر‬
‫نه ووم‪ .‬چه دوی اصالَ د سوسیالیزم په کیسه کې هم نه‬
‫وو‪ ،‬چه سوسیالیزم ته د یوې جهاني تیوری د احترام په‬
‫سترګه وګوري‪ ،‬او که چیرې همدا مطلب وای‪ ،‬نو خبره نه‬
‫جرګو ته رسیدله او نه حزبي دسیسو او دښمنیو ته‪ .‬که‬
‫چیرې کومه تیوریکي النجه په منځ کې وای‪ ،‬نو کتابونه هم‬
‫موجود وو او د افغانستان خپل خاص شرطونه هم څرګند‬
‫وو چه د کوم مشکل او خنډونو د تشویش موضوع کیدلی‬
‫نشولی‪.‬‬
‫‪998 of 1205‬‬

‫خصوصا َ د نوی جمهوریت د مانیفست په محتوا او منطق‬


‫کې د افغانستان د آبادي په لور ګامونه د افغانستان له‬
‫خپلو شرطونو سره ټول د تائید وړ وو‪ ،‬چه باید اوس مونږ‬
‫ټول السونه د جمهوري نوي نظام له پالنونو څخه عمالَ په‬
‫اتفاق راتاو کړو او خپل منځني حزبي نفاقونه یوې خوا ته‬
‫پریږدو او د وطن عزت په نظر کې ولرو‪.‬‬
‫دا هغه شپې ورځې هم وې چه د سردار محمد داود‬
‫خان په کودتا کې اکثره پرچمي کمونستو نظامیانو برخه‬
‫آخستې وه او داود خان ته یې د جمهوریت مقام او دده‬
‫ډیر پخوانی آرمان ګټلی وو‪ .‬نو داود خان ته د پرچم حزب‬
‫منلی وو‪ ،‬پداسې حال کې چه د خلق حزب ته په نوي نظام‬
‫کې کومه "چوکۍ" ورکړل شوې نه وه‪ .‬نو خلقیان سخت په‬
‫ګیلو شوي وو او حتی د نوي نظام پټ او لوڅ په ضد هم‬
‫ښکاره شوي وو‪ .‬پرچمیانو کوشش کاوو چه خپل رقیب د‬
‫خلق حزب په داود خان وټکوي‪ ،‬چه اکثره دوی پداسې‬
‫جاسوسي کولو کې د ډیرو په نظر او سترګو کې سخت‬
‫بدنامه شوي هم وو‪ .‬چه کله به د پرچم نوم واخستل شو‬
‫نو په عامه اذهانو کې به دوه کلیمې تاوېیدلې‪ ،‬چه یو‬
‫‪999 of 1205‬‬

‫”کمونست" او دوهم د "جاسوس" نومونه وو‪ ،‬چه دواړه‬


‫کلیمې خلکو ته منفورې کلیمې او نومونه وو‪.‬‬

‫کله چه ما په ملړی ځل د خلق د حزب مشر د هغه په خپل‬


‫کور کې ولید‪ ،‬چه کور ئې په "کارته چار" کې وو او زه ئې‬
‫د راتلونکې جرګې لپاره ومنلم‪ .‬ما چه څومره د نوموړي‬
‫څهره لیدله‪ ،‬ورسره د نوموړي د کرکتر نا آرامه حالت د‬
‫یوې ژورې "ځان خواهي" په تالش کې تړلی یو اسیر لید‪.‬‬
‫مخې ته یې مخکې له مخکې ایښې شوې څو ورځپاڼې د‬
‫خپل ځان د واقعي کمونست او لیننست پیرو د دالیلو لپاره‬
‫ایښې وې‪ .‬د یو پولنډي ورځپاڼې مخ یې خالص کړ او‬
‫خپلې عینکې ئې ورته په سترګو کړلې او ځان ئې ښه ببر‬
‫کړ‪ ،‬نو وار تر واره ئې د خپل الس د شهادت ګوته د‬
‫ورځپاڼې په یوې لیکې کیښوده او ماته ئې وکتل چه‪" :‬دغه‬
‫ده‪ ،‬دغه ده‪ ،‬دلته زما نوم لیکل شوی دی ‪ ...‬وګوره دا‬
‫ورځپاڼه لیکي چه )نوریا ترکیا( یانې زه! د کارمل نوم پکې‬
‫نشته! وګوره نوریا ترکیا ئې لیکلي دي! پوه شوې! ‪.” ...‬‬
‫او بیا ئې نو د پرچم ټکول پیل کړل‪ .‬ما یوازې ورته کتل او‬
‫‪1000 of 1205‬‬

‫په آرامه مې غوږ ورته نیولی وو‪ .‬خبرې ئې نه د وطن کوم‬


‫بوی درلود او نه هم د سوسیالیزم په نوم د یوې تیوری‬
‫منطق درلود‪ .‬او بیایې د خپلو لیکلو کتابونو ماته وویل چه‬
‫د کتاب یو نوم ئې زما په غوږو کې پاته شو چه د "بنګ‬
‫مسافري" وه‪ .‬او نورې ډیرې خبرې…‬
‫کله چه ما رخصت وغوښت د یو قهرمان په توګه پاڅید‪ ،‬زه‬
‫ئې د خپل کور تر وره پورې بدرګه کړم‪ .‬د وره خوا ته ئې‬
‫یوه لوړه ونه والړه وه‪ ،‬نو ئې دا خبره وکړه چه‪” :‬دغه ونې‬
‫ته ګوره ! زه ددغې ونې لویه او ټینګه تنه یم‪ ،‬او کارمل او‬
‫پرچم دغه‪ ،‬دغه‪ ،‬دغه وړې وړې شاخچې دي! پوه شوې ‪...‬‬
‫هاها… ! ځه مخې ته د ښه…“‪.‬‬

‫دلچسپه وه او د افسوس خبره خو دا وه چه دوی هم خپل‬


‫ځانونه غولول او هم ئې ډیر شمیر پاکدله او د وطن د‬
‫آبادي تږي او وطندوسته‪ ،‬مګر ناخبره ځوانان غولول‪ .‬چه‬
‫هر څه ددغو رهبرانو خپل ځان وو‪ ،‬نه وطن‪.‬‬

‫وروسته وروسته زه پوهیدلم او پدې هم خوشالیدلم چه ما‬


‫ددوی د دروني جهان د پیژندلو فرصت پیدا کړی وو‪ .‬هم‬
‫‪1001 of 1205‬‬

‫ددوی په ال زیات پیژندلو ال زیات پوهیدلم چه د پرچم او د‬


‫خلق د حزب تر منځ د سوسیالیزم د پوهیدلو د رقابت په‬
‫ځای ددوی د دواړو تر منځه د ماسکو له خوا د کوم یوه د‬
‫ال دوستانه د منلو رقابت مطرح وو‪ .‬چه دغه رقابت ددوی د‬
‫ماسکو لپاره د غالمي په رقابت آووښتی وو‪ .‬آیا ماسکو ته‬
‫کوم یو نژدې وو؟ کوم یو منلی وو؟ دا وو هغه فخر چه دوی‬
‫لټاوو! که ګوندې یوه ورځ د ماسکو په مټ د خپل اقتدار‬
‫خوند واخلي‪.‬‬

‫بله ورځ د پرچم د حزب له رهبر "ببرک کارمل" سره‬


‫معرفي کړل شولم‪ .‬په هغه ځای کې چه په "میکروریان"‬
‫یادیدل او زما معرفی کونکی هم د پرچم د ګوند د‬
‫آیډیولوژي استاد وو‪ ،‬چه لقب ئې "خیبر" وو‪ .‬دا سړی بیا‬
‫په وروسته کلونو کې د ‪ ۱۳۵۷‬کال د حمل په ‪۲۸‬مه په کابل‬
‫کې یو نامعلوم قاتل په مرمۍ وویشت او وئې واژه‬

‫کارمل په یو اوږده مستطیل میز خپلو حزبي غړو ته د‬


‫درس په ورکولو مشغول وو‪ .‬کله چه زه ورغلم‪ ،‬نو هغوی ئې‬
‫رخصت کړل او بیا له ما سره د جرګې او د سولې په هکله‬
‫‪1002 of 1205‬‬

‫وغږید‪" .‬میر اکبر خیبر" په خپل الس د چای پتنوس هم‬


‫راووړ او بیرته تیارسۍ ودرید‪ ،‬چه له کارمل څخه مشر هم‬
‫وو‪ .‬د ببرک کارمل په خبرو کې یو شی ډیر جالب وو‪ ،‬چه‬
‫یو خو ډیر ماهر نطاق وو او ورسره د یوې تشبیهه او د یو‬
‫مثال په تصویر کې ئې زما پام ځانته واړاوو‪ .‬په فارسی‬
‫ئې ویل چه‪” :‬مثالً تاسې د یو مهم او حیاتي کار او مطلب‬
‫لپاره په یو سړک رهي یاست” او تلوار لرئ چه مطلوب‬
‫هدف ته ځان ورسوئ‪ ،‬مګر د سړک په څلور الره کې‬
‫تاسې له یوه زاړه بلدوزر سره مخامخ کیږئ چه حرکت‬
‫نکوي‪ .‬ستا د موټر مخه نیولي وي او الره نه درکوي‪ .‬او‬
‫خپله هم نه ښوري زوړ پوړ والړ دی او د تا مخه هم‬
‫نیسي‪ .‬نو دا همدغه نورمحمد ترکی دی‪ ،‬نه بل څوک…“‪.‬‬

‫بله ورځ فیصله شوې وه چه د خلق د ګوند له خوا د هزاره‬


‫د قام "کریم میثاق" او د پرچم له خوا نماینده "میراکبر‬
‫خیبر" به زما په کور کې د حزبي نفاق او شقاق سپیناوی‬
‫کوي‪ ،‬او "د قضاوت واک یې زما الس ته سپارلی وو“‪.‬‬
‫هغه شپه هم راغله چه تر نیمو شپو دوی یوازې یو په بل د‬
‫‪1003 of 1205‬‬

‫شخصي تیرو شوو دسیسو او حزبي درغلیو پړه آچوله‪.‬‬


‫آن تر دې چه ”ځان" هم په حزب او هم په سوسیالیزم غلبه‬
‫کوله او هره خبره په بله خبره پسې پر له پسې د ریشخند‬
‫بوی ورکاو‪ .‬او دا ترې څرګنده وه چه دوی ته د وطن پاک‬
‫نوم اصالَ مطرح نه وو‪.‬‬

‫د کمونستانو د مالیې وزیر همدغه کریم میثاق نومی ما‬


‫په دوهم ځل د ‪ ۱۳۵۷‬د ثور د کودتا په مازدیګري د شاهي‬
‫قصر د جنوبي دیوال خوا ته په زرنګار نومي پارک کې‬
‫هغه وخت ولید چه په یوې لوړې ځمکې ودرید او دغه اعالن‬
‫ئې ورکړ چه‪" :‬اې د افغانستان خلکو! داود خان ووژل‬
‫شو‪ ،‬نور د محمدزي شاهي خاندان غداري تر ابده له‬
‫منځه تللې ده‪ .‬تاسې ته د داود خان د مرګ خبر او زیری‬
‫درکووم ‪.” ...‬‬
‫د دوی د حزبي النجو حل‪ ،‬ددوی دښمني او سوله‬
‫ماته ناممکن ښکاره شوي وو‪ .‬ددوی د حزبي الرې او‬
‫مشئې د راتلونکو ګامونو مخې ته پرتو زمونږ د هیواد‬
‫شرطونو الره نه ورکوله‪ .‬دوی له فیوډالیزم څخه پرته ددوی‬
‫‪1004 of 1205‬‬

‫په خوله راسا َ سوسیالیزم ته خیز وهل‪ ،‬او دا ددوی منلی‬


‫سوسیالیزم وو‪ .‬دا یوازې دغو رهبرانو ته منلی سوسیالیزم‬
‫وو‪ ،‬مګر د افغانستان اوسیدونکي یوازې دا څو رهبران نه‬
‫وو او نه هم کابل ټول افغانستان وو‪.‬‬

‫زما یاد شي د ‪ ۱۹۶۰‬کال د لسیزې په اولو کلونو کې له‬


‫ماسکو څخه "خروسچف" د شوروي اتحاد د کمونست‬
‫حزب مشر وویل چه‪" :‬مونږ کمونیزم ته په کال ‪ ۱۹۹۰‬کې‬
‫ګام آخلو! دا د مارکسیزم ‪ -‬لیننزم د تیوری هغه آخرینی‬
‫عملي مرحله ده چه هر چا ته به په هغې مرحلې کې د‬
‫خپل احتیاج له مخې ویشل کیږي نه د کار له مخې…“‪.‬‬

‫یوه ورځ ماته "اجمل خټک" په یو صمیمی مجلس کې چه‬


‫دوه په دوه وو وویل چه‪" :‬ولې خپل حزب نه جوړوې؟“‪ .‬زما‬
‫جواب او د هغه وخت د شرطونو تر منځه زیاته فاصله وه‪،‬‬
‫پدې مانا چه اجمل خټک ته مې هم خپل نظر اظهار کړ‬
‫چه‪" :‬زمونږ د هیواد د افغانستان خوشبختي د حزب او‬
‫حزبي په نفاق کې نه وینم‪ ،‬ځکه چه خلک سخت بیسواده‬
‫دي‪ .‬افغانستان یو تاریخي ملي مرحلې او د ملت تاریخي‬
‫‪1005 of 1205‬‬

‫پړاو ته ال رسیدلی ندی‪ .‬حزبونه د افغانستان په نوم د یو‬


‫هیواد د خاورې بوټي ندي‪ ،‬چه د یو پردي ذهنیت‬
‫نمایندګي په ضد ملي شعور او وطني صداقت ولري‪.‬‬
‫دادی چه مونږ ئې شاهد یاستو چه هم کمونستان او هم‬
‫اخوانیان په حزبونو کې متشکل شوي دي‪ ،‬چه دا د‬
‫افغانستان د هیواد د بدبختیو او ورانیو د وحشت هغه‬
‫سکروټې دي چه ملبې لري او وطن په ملبو سوزوي‪ ،‬نه چه‬
‫آباد شي‪ .‬کمونیزم په افغانستان کې لکه دوی چه له‬
‫فیوډالیزم او نیمه فیوډالیزم څخه راسا َ د ماسکو د‬
‫سوسیالیزم مرحلې ته د رسیدلو خیال لري‪ ،‬پرته له دوی نه‬
‫ئې خپله د سوسیالیزم تیوري هم نه مني‪ .‬مګر پدې شرط‬
‫چه ماسکو مټ ورسره شي او د ماسکو په مټ په‬
‫افغانستان کې سوسیالیزم په واقعیت کې دا د ماسکو د‬
‫پراختیا یو اشغال دی‪ ،‬نه سوسیالیزم‪ .‬بله خوا څومره چه‬
‫کمونیزم په افغانستان کې ځای نلري‪ ،‬یانې شرطونه نلري‬
‫ورسره خپله اخوانیزم له بنیاد څخه د افغانستان د خاورې‬
‫ندی‪ ،‬له پردي عرب څخه یو زوړ پاته اشغال دی‪ .‬مونږ ته‬
‫اصلي ملي مقصد ال معلوم ندی‪ .‬مونږ افغانان د‬
‫‪1006 of 1205‬‬

‫افغانستان په خاوره کې یو‪ ،‬مګر په مونږ کې دننه پرتې‬


‫تیارې ددې خاورې ندي‪ ،‬بلکه د عربي اسالم د خرافاتو‬
‫تیارې دي‪ .‬ځکه نو په خوله افغانان یو‪ .‬ال واقعیت دادی‬
‫چه مونږ د عربي اسالم غالم شوي مسلمان افغانان یو‪.‬‬
‫چه دا د پیړیو اسارت او غالمي ده‪ ،‬مګر دادی چه له‬
‫کمونیزم سره د دوهمې غالمي لپاره غالمان پدې هیواد‬
‫کې پیدا شوي دي‪ .‬زه شخصا َ نه چه یوازې د حزب‬
‫جوړولو ګناه به ترسره نکړم‪ ،‬بلکه د ټولو احزابو او حزب او‬
‫حزبي نفاق او د جهالت په ضد یم‪ .‬که وویل شي چه زه د‬
‫دیموکراسي په ضد یم‪ ،‬یا د شاهي سلطنت دوام غواړم‪،‬‬
‫ځکه چه د دیموکراسي له اصولو څخه یو هم پلوالریزم‬
‫دی‪ ،‬نو په وضاحت یې وینم چه افغانستان دومره ضرر له‬
‫شاهي سلطنت څخه نه ویني‪ ،‬لکه څومره چه د‬
‫دیموکراسي په نوم د وحشت بازیو یانې حزب بازیو د‬
‫نفاق او د جهالت ملبې او د قامونو تر منځه زاړه پاته پټو‬
‫کرکو په بنیاد کې پراته اورونه او تیارې به ئې وران کړي“‪.‬‬
‫‪1007 of 1205‬‬

‫اجمل خټک د پاکستان له پښتنو څخه وو او د سردار‬


‫محمد داود خان د خیالي پشتونستان د غوښتلو پیرو وو‬
‫چه مشر ئې "خان عبدالغفار خان" وو‪ .‬او بیا د داود خان‬
‫د جمهوریت په کال له پاکستان څخه وتښتید او‬
‫افغانستان ته ئې پناه راوړه او داود خان یو کور او د‬
‫خپلو سیاسي هڅو امکانات ورکړل‪ .‬چه ډیر تمایل ئې له‬
‫پرچمیانو سره وو‪ .‬پدې خاطر چه پرچمیانو کې د رهبري‬
‫په سطحه ډیر با استعداده شاعران هم موجود وو چه خپله‬
‫اجمل خټک هم یو با استعداده شاعر وو‪ .‬پرچمیانو خپل د‬
‫لوړو پکرونو او شاعري استعدادونو مهارت په خپل حزبي‬
‫او خیالي انقالب او کمونیزم کې په کار واچول‪ .‬چه بیا د‬
‫دوی شعرونه د ماسکو په وړاندې د غالمي او د خپل‬
‫حزبي سوسیالیزم په یو بدنامه داسې شعارونو بدل شول‬
‫چه د وژلو تشویق او د سرو وینو تنده او دا پټ سادیزم د‬
‫جنګ او د سره انقالب د سرو ملبو ژبه شوله‪ .‬ادبیات هم او‬
‫د تعلیم او تربئي او د ادبیاتو د نوي حرکت الره هم د‬
‫ماسکو په باداري وتړل شوله‪ ،‬او رسما َ د تاریخ په مضمون‬
‫کې شاګردانو ته درس ورکول کیده‪ .‬چه "که د ‪ ۱۹۱۷‬د‬
‫‪1008 of 1205‬‬

‫اکتوبر بلشویک انقالب نه وای‪ ،‬افغانستان به استقالل‬


‫ګټلی نه وو ‪ .” ...‬او یا "لدې چه روسي ژبه د والدمیر لینن‬
‫ژبه وه نو روسي ژبه مقدسه او د انقالب ژبه ده ‪ .” ...‬او په‬
‫لسهاوو دې ته ورته د شرم او غالمي ژبه‪.‬‬

‫مګر هماغه رهبران او قاتالن چه اوس په غربي هیوادونو‬


‫کې ال ژوندي دي د "آزادی رادیو په پروګرام کې“ اوس بل‬
‫څه وائی‪.‬‬
‫ما‪ ،‬دا یوه هفته دغو خبرو ته غوږ نیولی دی او د‬
‫نامردي په دوو برخو ویشل شوې دوه پوښتنې ترې‬
‫جوړیشولې‪:‬‬

‫‪ .۱‬روسان چا رواستل؟‬
‫‪ .۲‬او روسان چا له وطن څخه وویستل؟‬

‫واقعا َ چه پدې پوښتنې چه افغانستان ته شوروی پوځ چا‬


‫راوغوښت؟ مګر دغه ټول د هغې ورځې او کلونو کمونستان‬
‫او قاتالن او واقعا َ د ماسکو غالمان چه نن په هماغه‬
‫غربي هیوادونو کې بیغمه په مهاجرت منل شوي کسان‬
‫‪1009 of 1205‬‬

‫دي‪ ،‬چه همدغو کمونستانو غربي هیوادونو او امریکا ته به‬


‫ئې د امپریالیزم په نوم په سلهاوو بدرد ویل‪ ،‬نن "د آزادي‬
‫رادیو" پوښتونکو خبریاالنو څخه بیا هم دا دوی دي چه‬
‫وائي‪:‬‬
‫الف ‪ -‬مونږ د شورویانو د پوځ د راتلو سخت مخالفین وو‪.‬‬
‫ب ‪ -‬مونږ نپوهیږو چه دغه پوځ چا راوغوښت‪.‬‬
‫ث ‪ -‬په مونږ له سرحد نه هاخوا د راغلو پردیو حملې پیل‬
‫شولې‪.‬‬
‫د ‪ -‬مونږ د شوروي پوځ نظامي مشرانو او د ماسکو‬
‫سیاسي رهبرانو ته دا ویل چه خپل پوځونه وباس”…‬

‫دې خبرو هره ورځ هم د "آزادی رادیو" او هم د "بي بي‬


‫سي" رادیو له پروګرامونو څخه دوام وموند‪ .‬چه تر څنګ‬
‫ئې د مجاهدینو له مشرانو او د اسالمي احزابو د جهاد‬
‫له رهبرانو سره د "ګردي میز" د خبرو په چوکاټ کې‬
‫پوښتنو ته دوام ورکړ‪ .‬دوی هم د کابل د وراني او د‬
‫افغانستان د هیواد د خرابي او د عام قتلونو‪ ،‬چور او‬
‫غالوو ته بدرد ویل‪ .‬او لکه کمونستي رهبران ددوی له السه‬
‫‪1010 of 1205‬‬

‫د وژل شوو مقتولینو د قبرونو په سر‪ ،‬له بل هر چا نه دغو‬


‫قاتالنو ډیر ژړل‪.‬‬

‫نو ماته یوه خاطره را په یاد شوله چه‪:‬‬


‫یوه ورځ د تحصیل په موده کې چه ما د حقوق د‬
‫تحصیل مشغوال درلودله‪ ،‬د خارجي محصلینو له جملې‬
‫څخه په مسلکي یو صحبت کې‪ ،‬یو قبرسي محصل هم په‬
‫هغې ورځې برخه آخستې وه‪ .‬د صحبت موضوع د ”ژبې‬
‫قانوني تربیه او د ادب موضوع" وه‪ ،‬چه زمونږ هم مسلک‬
‫دوست وویل‪" :‬ممکن یوه ښځه د خپل ښځتوب او د مورتوب‬
‫د لوړ مقام د عزت او پت له پاکې الرې د ځینو شرطونو په‬
‫علت آوښتي وي او د خپل مقام د ساتلو احترام ئې هیر‬
‫شوی وي‪ .‬او د خپل ښځتوب صداقت او د وفا اصالت ئې‬
‫له پوښو الندې کړي وي او یوه فاحشه ترې جوړه شوي‬
‫وي‪ ،‬مګر سره لدې بیا هم هیڅوک دا حق نلري چه هماغې‬
‫فاحشې ته په حقارت د فاحشې خطاب وکړي‪ .‬د قانون‬
‫ژبه او د قانون ادب د حقارت دا کلیمه غندي‪ .‬هماغه‬
‫‪1011 of 1205‬‬

‫فاحشه حق لري چه له ورته شوی حقارت څخه محکمې ته‬


‫مراجعه وکړي…“‪.‬‬

‫په خارج کې زما د تحصیل له هغو کلونو څخه ډیر وختونه‬


‫تیر شوي دي‪ ،‬الکن که زه ئې یو ځل بیا د خپل هماغه‬
‫قبرسي هم مسلک خبرې ته زما د هیواد ورانونکو قاتالنو‬
‫او د رهبرانو خبرو بوتلم‪ ،‬پدې آرزو چه کاشکې مې د هغه‬
‫دوست آدرس په الس کې درلودلی وای او دا پیام مې‬
‫ورآستولی وای چه‪:‬‬

‫دوسته ! او زما هم مسلکه! که چیرې ته ژوندی ئې‬


‫واوره چه تاته د افغانستان په نوم له خپل هیواد څخه یو‬
‫پیام درآستووم‪ .‬چه دلته نن پدې خاوره کې دا خاوره هغه‬
‫قانون چه مونږ په ګډه لوست‪ ،‬نه پیژني‪ .‬دلته پدې خاوره‬
‫کې قاتالن له هغو کسانو څخه ډیر ژاړي چه دوی ووژل‪.‬‬
‫او اوس هم د "اهلل اکبر" غږونه باسي‪ .‬دلته پدې هیواد کې‬
‫دا زمونږ د خلکو قاتالن دي چه له هغو یتیمانو څخه اسالم‬
‫غواړي او پوښتنې کوي چه د خپل پالر قاتالن ور وښئي‬
‫کوم چه دوی وژلي دي‪ .‬دوی پوښتنه ترې کوي چه دا‬
‫‪1012 of 1205‬‬

‫دومره ادیرې له کومه شولې؟ دا دومره ډیر چا وژلي دي؟‬


‫اې پاکه اسالمه‪.‬‬

‫دا دوی دي چه پوښتنې کوي چه‪ :‬قاتالن څه شول؟‬


‫ولې محکوم نشول؟ ولې محکمې ته حاضر نکړل شول؟ اې‬
‫پاکه شریعته!‬
‫دا دوی دي چه پوښتي چه دا کابل چا وران کړ؟‬

‫آیا څوک دا حق لري چه حتی د یو چا یو کور ال وران‬


‫کړي؟ خو دلته د لوی افغانستان ټول پایتخت وران کړل‬
‫شوی دی او ورانونکي ئې معلوم ندي‪.‬‬

‫بلې خوا ته دا د کمونستانو رهبران دي چه له بل هر چا نه‬


‫د عدالت‪ ،‬د قانونیت او د مصئونیت خبرې کوي‪ .‬او‬
‫پوښتي چه؛ "شوروي پوځ افغانستان ته کوم کمونست‬
‫راووست؟ مونږ چه کله د وطن په آبادولو الس پورې کړ‪،‬‬
‫مګر مونږ ئې عدالت او د وطن ترقي ته پرینښودلو‪ .‬مونږ ته‬
‫دننه خپلو افغانانو د دوستي الس راکړ او زمونږ کمونستي‬
‫‪1013 of 1205‬‬

‫عادل حکومت ئې ومانه‪ ،‬مګر زمونږ دښمنان له سرحد نه‬


‫هاخوا له پاکستان څخه راواستول شول‪.‬‬

‫په هغو ورځو کې ما هره ورځ ددوی هر عمل ددوی په ټول‬


‫نظامي فعالیتونو او له شورویانو سره د راغوښتل شوو‬
‫مشاورینو د روابطو او د جاسوسي تشکیالت له خوا د‬
‫نیول نیولو په حادثو ورځني ټول یاداشتونه لیکل‪ ،‬چه ما په‬
‫خپلو سترګو لیدل‪ .‬له هغو یاداشتونو د شوروي د پوځونو‬
‫د نژدې لسو کلو د اشغال له ورځنیو‪ ،‬میاشتنیو او کلنیو‬
‫پیښو څخه له شلو زیات جلدونه جوړ شول‪ .‬چه بیا د‬
‫شورویانو د پوځونو له افغانستان څخه په وتلو کال ‪۱۹۸۷‬‬
‫او تر کال ‪ ۱۹۹۲‬پورې د داخلي کمونستانو د اقتدار او‬
‫ورسره په همدغه کال سقوط او تر ‪ ۱۹۹۶‬پورې د طالبانو‬
‫په راتلو هر څه مې په ټولو ابعادو ولیکل‪ .‬چه په مقابل کې‬
‫د جهاد او د مجاهدینو او د اسالمي احزابو او د رهبرانو‬
‫د نفاق او د غداریو داستان هم له هماغو جلدونو سره یو‬
‫ځای شول‪ .‬مګر اوس چه ‪ ۲۵‬کاله تیر شوي دي‪ ،‬زه ورته‬
‫ګورم چه ژبې نورې شوي دي چه سخت درد لري‪.‬‬
‫‪1014 of 1205‬‬

‫***‬

‫دلته په افغانستان کې دوه جنایتونه تر سره شول‬

‫یو‪ :‬جنایت د "انسانانو وژل" وو‪ ،‬چه د کمونست حزب او‬


‫د اخواني اسالمي احزابو تر منځه په اقتدار او غالمي‬
‫جنګونه وو‪ ،‬چه ورسره سور پوځ هم یو ځای شو‪ .‬دا د‬
‫"انسانانو د وژلو" دوره وه‪ ،‬چه اوس تیره شوې دوره ده‪.‬‬
‫مګر نن یانې ‪ ۲۵‬کاله وروسته د جدې میاشت کال ‪۱۳۸۳‬‬
‫او د دسامبر میاشت کال ‪۲۰۰۴‬م‪.‬‬

‫دوهم‪ :‬د "وجدان د وژلو" دوره ده‪ .‬که نن هر قاتل خپله‬


‫ژبه آړولې هم ده‪ ،‬مګر هر قاتل بیرته په خپلو کړو جنایتونه‬
‫هم خپل ځانونه مجازات کړي دي‪ .‬دوی که نن ژوندي دي‬
‫مګر زمونږ وران هیواد دوی ته ګوري‪ ،‬او ددې هیواد خاوره‬
‫شاهده ده چه دوی "خپل وجدان" هم وژلی دی‪.‬‬
‫‪1015 of 1205‬‬

‫آیا قانون اجازه راکولی شي چه‪ :‬که زه چیرې دغو خپل‬


‫هیواد ورانونکو او خپل وجدان وژونکو ته د فاحشې خطاب‬
‫وکړم؟ آیا د جهان فاحشې به ما محکمې ته کش نکړي‪،‬‬
‫پدې شکایت چه تا مونږ ته حقارت کړی دی؟ ځکه چه مونږ‬
‫که د خپل جسم او وجود په خرڅولو متهم شوي یاستو‪،‬‬
‫مګر تا مونږ له هغو کسانو سره په نوم ونومولو چه هغوی‬
‫خپل وطن‪ ،‬خپله ژبه او خپل وجدان خرڅ کړی دی! مګر په‬
‫ټوله دنیا کې داسې فاحشه نشته چه خپل هیواد ئې خرڅ‬
‫کړی وي‪ .‬مونږ خپل فاحشه توب منو‪ ،‬مګر ستا د هیواد‬
‫مجرمین خپل جرمونه نه مني‪ .‬دروغ وائي‪ ،‬مګر مونږ دروغ‬
‫نه وایو‪ .‬هغوی نامرده دي‪ .‬مونږ باید لداسې نامردانو سره‬
‫مقایسه نشو‪ ،‬او دا رنګه حقارت زغملی نشو…“‪.‬‬

‫دلته غواړم چه راتلونکي نسل هم د خپل هیواد په غمونو‬


‫کې شریک کړم‪ ،‬ګوندې رازونه او غمونه مو دواړه سره‬
‫شریک شي‪ .‬ځکه چه دا د دردونو لوی بار په یوازې سر‬
‫جګولی نشم‪ .‬او پداسې یو محیط کې ئې له وړلو عاجز یم‬
‫چه‪ ،‬ننی نسل چه هغه شوي جنایتونه ئې لیدلي ندي چه‬
‫‪1016 of 1205‬‬

‫پدې هیواد تیر شول‪ ،‬نو له آوریدلو څخه ئې هم پردي‬


‫شوي دي‪ .‬خصوصا َ د امریکا او نورو جهانیانو په مټ له‬
‫طالبي اسالم څخه د آزاد شوي نني افغانستان نوم‪ ،‬نوي‬
‫نسل ته د "ډالر" په نوم آووښتی دی‪ ،‬چه ئې ال هم پردي‬
‫کړي دي‪.‬‬
‫بل دا چه یوه حقوقي مسئله هم د یوې تاریخي موضوع په‬
‫توګه ډیر ژور حیاتي مطلب لري‪ ،‬چه غواړم ټول بشریت‬
‫یې هم واوري‪:‬‬

‫‪ .۱‬د ثور له کودتا سره تر سره شوي جنایتونه‪ ،‬مګر چه نن‬


‫ئې څوک مسئولیت په ځان نه مني‪.‬‬
‫‪ .۲‬بیا د شوروي د پوځونو د یرغل نیټه‪ .‬د دغو دوو مرحلو‬
‫تر منځ فاصله او زمان‪ ،‬یانې د ثور کودتا ‪ ۱۳۵۷‬نه تر‬
‫شپږم د جدي‪ ،‬کال ‪ ،۱۳۵۸‬د شوروي د پوځ یرغل‪.‬‬

‫الف ‪ -:‬د ثور له اوومې د شوروي پوځ تر راتلو پورې ال دوه‬


‫کاله هم پوره شوي نه وو او پدې موده کې داخلي‬
‫کمونستانو لدومره تشدد‪ ،‬وحشت‪ ،‬نیولو‪ ،‬شکنجو‪ ،‬زندانونو‬
‫‪1017 of 1205‬‬

‫او وژلو څخه کار واخیست چه خلک ئې په دفاع او‬


‫”خودبخودي قیام" ته مجبوره کړل‪.‬‬
‫مګر د رادیوګانو له خوا د ترتیب شوي "میز مدور یا‬
‫ګردي میز" په پروګرام کې دا اصلي علت هیڅ ذکر نشو‪.‬‬
‫په نتیجه کې دوه ترخه واقعیتونه لوڅ شول چه؛‬
‫یو‪ :‬خپله پوښتونکو د ثور د کودتا په مرحلې او له شوروي‬
‫پوځي یرغل سره ئې په ارتباط دننه دننه په کړیو او په هغه‬
‫ځنځیر نپوهیدل‪ ،‬چه د ثور کودتا کومه آسماني ټکه نه وه‬
‫چه یو په یو د ثور په اومه ورځ له آسمان څخه راولویدله‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬مقابل طرف کمونستی قاتالنو په خپلو ځوابونو کې‬
‫دا فرصت ورکړ چه د شوروي د پوځ تر یرغل پورې فاصله‬
‫کې ددوی له خوا د شوو جنایتونو له جرمونو څخه هیڅ‬
‫خبرې ونشي‪ .‬او په ډیره آساني ووائي چه مونږ د شوروي‬
‫د پوځ په راتلو یا خبر نه وو او یا دا بد کار شورویانو‬
‫وکړ‪ ،‬نه مونږ ‪ ...‬او یا ووائي چه په افغانستان کې هغه‬
‫څه چه تیر شول دا ټول د شوروی د پوځ د راتلو په علت‬
‫وو ‪ ...‬او دا ماسکو وو چه زمونږ هیواد ئې وران کړ‪.‬‬
‫نامردي همدا وه!‬
‫‪1018 of 1205‬‬

‫مګر په هغو وختونو کې ژبه بل څه وه…‬


‫ـ”شوروي پوځ شکست نلري‪ ،‬شکست ناپذیر دی…“‪.‬‬
‫ـ کابل او ماسکو تر ابده له یو او بل سره تړل شوي دي‬
‫ـ د سره پوځ وینې زمونږ په خاوره کې توئې شولې‪ ،‬پدوی‬
‫به پدې انقالبي خاوره کې د قهرمانی جاودانه مجسمې‬
‫جوړیشي‪.‬‬
‫ـ دا لینن وو چه زمونږ د هیواد استقالل ئې د امیر آمان‬
‫اهلل خان په وخت کې په ملړی ځل ومانه‪ .‬او دا د هغوی‬
‫کمکونه وو چه زمونږ د هیواد استقالل پایه دار پاته شو ‪...‬‬
‫ـ نن بیا هم دا شوروي اتحاد دی چه زمونږ د وطن د‬
‫انقالب سور ملر ئې هر کلی کړ‪ .‬او چه ترڅو دا شکست‬
‫ناپذیره سور پوځ او شوروي موجود وي‪ ،‬نو زمونږ انقالب‬
‫به هم لکه شوروي ابدي وي‪ .‬او دا ملر به ال هم سور‬
‫کیږي…‬

‫ب ‪ -:‬دا چه څه تیر شول په ډیره ډیره لنډه توګه‪:‬‬


‫‪1019 of 1205‬‬

‫)کله چه د حمل په ‪۲۸‬مه کال ‪ ۱۳۵۷‬د پرچم د حزب د‬


‫آیډیولوژي استاد او د پرچم د رهبر "ببرک کارمل" په پټه‬
‫مخالف عضو تیرور کړل شو‪ ،‬دا هغه وخت وو چه له دریو‬
‫کلونو راهیسې سردار محمد داود خان خپل د کودتا اجرا‬
‫کونکي نظامیان او هم د دولت په نورو برخو کې د پرچم‬
‫مقرر شوي غړي کرار کرار د نورو دولتونو )غربي او هم د‬
‫اسالمي( هیوادونو په مستقیم او غیر مستقیم فشار له‬
‫وظیفو څخه لیرې کړل‪ .‬بل مهم علت چه ولې داود خان‬
‫دوی د دولت له مهمو مقامونو څخه وشړل داوو چه‪ ،‬په‬
‫خلکو کې بیرته د پرچم د حزب له خوا پټه آوازه د خپل‬
‫حزب په ګټه تیته شوې وه چه "داود خان ته زمونږ د حزب‬
‫افسرانو ځکه کودتا وکړه چه سردار محمد داود خان یو‬
‫کمونست دی او له ډیرو پخوا کلونو څخه د پرچم د حزب‬
‫پټ غړی وو ‪ .“! ...‬نو ځینو خلکو کرار کرار دا منلې وه چه‬
‫داود خان هم کمونست بیدینه دی او هم پرچمی دی‪ .‬د‬
‫پرچمي مانا د خلکو په اذهانو کې "د ماسکو د جاسوس"‬
‫په مانا وو چه د کرکې او نفرت نوم وو‪ .‬هم چه کله د داود‬
‫خان د جمهوریت له اعالن سره په کم وخت کې پرچمي‬
‫‪1020 of 1205‬‬

‫دولتي کسانو په خپلو دښمنانو "اخوانیانو" د ټکولو‪ ،‬نیولو‬


‫او وژلو‪ ،‬زنداني کولو حملې شروع کړلې‪ ،‬چه خپل همدا‬
‫سیاسي رقیبان ئې د داود خان په مټ له پوښو څخه‬
‫وغورځول‪ .‬نو ځینو اخواني رهبرانو ځانونه پټ کړل‬
‫اوپاکستان ته پناه ویوړه‪ .‬چه د پاکستان د حکومت له خوا‬
‫هرکلي شول او د پاکستان استخبارات )آی اس آی( بیرته‬
‫په وسلو سمبال کړل شول‪ ،‬چه دننه په افغانستان کې ئې‬
‫د داود خان د جمهوري دولت په حکومتي ځایونو او دولتي‬
‫کسانو خال خال عمالَ بریدونه هم پیل کړل‪ .‬په هغو کلونو‬
‫کې د اخواني احزابو له غړو څخه "ګلبدین حکمت یار"‬
‫ملړنی سړی وو چه ځان ئې پاکستان ته ورساوو او هلته‬
‫ئې خپل مستقل اسالمي حزب جوړ کړ‪ .‬له هغه ځایه چه‬
‫بیا وروسته وروسته د جهاد په کلونو کې د ثبوت سندونه‬
‫راووتل چه ګلبدین هغه ملړنی سړی وو چه د پاکستان د‬
‫جاسوسي تشکیالت د ”آی‪ -‬اس ‪ -‬آی" غړیتوب ئې منلی‬
‫وو‪ .‬ورپسې د جمعیت اسالمي مشر "برهان الدین رباني"‬
‫هم ځان پاکستان ته ورساوو او هلته ئې د سردار محمد‬
‫داود خان د جمهوریت په ضد تبلیغ او دننه په افغانستان‬
‫‪1021 of 1205‬‬

‫کې د نوموړي د حزب غړي "احمد شاه مسعود" په خپله‬


‫منطقه پنجشیر دره کې د دولت عالقه داري ووهله او‬
‫وسلې ئې ترې ویوړلې‪ .‬خو د هغه ځای د نورو مړو شوو‬
‫مامورینو په منځ کې عالقه دار ځان ژوندی کابل ته‬
‫راورساوو‪ .‬یوه ورځ زما رسمي دفتر ته هم راغی چه ماته‬
‫ئې له حادثې څخه کیسه وکړه او دا عالقه دار د پکتیا وو‪.‬‬
‫د بل اسالمي حزب مشر "یونس خالص" هم ځان پیښور‬
‫ته ورساوو چه دده یو نږدې پلوي ”دین محمد“ هم ورسره‬
‫یو ځای شو او د پاکستان له خوا ونازول شول‪ .‬یوازې‬
‫احمد شاه مسعود له پاکستان څخه بیرته افغانستان ته‬
‫راغی‪ ،‬علت ئې دا وو چه په پیښور کې ګلبدین حکمت یار‬
‫د احمد شاه مسعود د تیرور او وژلو پالن سنجولی وو او‬
‫احمد شاه مسعود د یوې معجزې په توګه له وژلو نجات‬
‫وموند‪ .‬چه ډیره رسوا او بدرنګه کیسه لري‪.‬‬

‫له هغه ځایه چه زه په همدغه کال د داود خان د‬


‫جمهوري نظام مالتړ ووم او په دولت کې ووم‪ ،‬نو ټولې‬
‫حادثې مې له نژدې څارلې‪ ،‬چه یوه ورځ د یو بل اسالمي‬
‫‪1022 of 1205‬‬

‫او اخواني حزب مشر چه "محمد نبي محمدي" نومید او د‬


‫لوګر د والیت وو زما دفتر ته راغی‪ .‬دا مال په کلونو په یو‬
‫خوار کلي کې ئې ژوند په مالئی او خواري تیر شوی وو‪.‬‬
‫مګر چه کله اعلحضرت محمد ظاهر خان د دیموکراسي په‬
‫لسیزه ‪ ۱۹۶۰‬کې ملي شورا ته کاندید شو‪ ،‬نو وکیل شو‪.‬‬
‫نو ډیرې پیسې ئې پیدا کړلې او مستقل حزب ئې جوړ‬
‫کړی وو‪ .‬بیا ئې د داود خان په ضد پټ تبلیغونه او پټ‬
‫شعرونه هم پخشول چه بیا ګرفتار شو‪ .‬نو په هماغه ورځ‬
‫زما شعبې ته یو بد رنګه ګیره او بد جنسه مخ له یو بل‬
‫زاړه سره راننوت‪ .‬ما د خپلو شعبو ورونه د نوي نظام په‬
‫ویاړ او د نوي نظام د عدالت په آرمان خالص پرې ایښي‬
‫وو‪ ،‬چه د خلکو عرایض په ډاډه زړه زما غوږو ته ورسیږي‪.‬‬
‫نو دې سړي ځان راته معرفي کړ او ماته ئې د جمهوري‬
‫نوي نظام له ښیګڼو او منلو څخه حدیثونه او آیتونه هم تیر‬
‫کړل او شاهي تیر نظام ئې غیر عادل‪ ،‬ظالم او غیر‬
‫اسالمي وباله‪ .‬له ما نه ئې کومک وغوښت چه په دولت کې‬
‫مقتدر پرچمیان ئې ونه وژني‪ .‬بیا چه وروسته خبر شولم‬
‫دا مال ئې هم په داخله وزارت کې یوه هفته په تشناب کې‬
‫‪1023 of 1205‬‬

‫قلف کړی وو‪ .‬او بیا داود خان وروغوښت‪ ،‬پدې تعهد چه د‬
‫جمهوریت په ګټه به په جاسوسي تشکیالت کې داخلیږي‬
‫او تبلیغ به کوي! او همداسې هم شوي وو‪ .‬مګر دا ځیرک‬
‫مال بیا پاکستان ته وتښتید او همالته ئې خپل حزب ته‬
‫وسعت ورکړ‪ ،‬چه بیا د اسالمي حزبونو په جهادي رهبري‬
‫کې ئې په ځان د "امیر" لقب کیښود‪ .‬تیر کال چه کله مړ‬
‫شو بیا هم له نژدې څخه خبر شولم چه "حامد کرزي" یوه‬
‫طیاره پاکستان ته واستوله او مړی ئې افغانستان ته‬
‫راوړل شو‪ .‬او بیا د زوی "احمد نبي محمدي" له خوا‬
‫انتقال کړل شو‪ .‬زوی ئې راغونډو شوو خلکو ته د قبر په‬
‫سر وویل چه‪" :‬زما مرحوم مجاهد پالر امیر صاحب ماته‬
‫وصیت کړی وو چه له پیسو څخه ئې ‪ ۹۰۰‬لکه کلدارې‬
‫مصرف کړم او زه به د خپل پالر وصیت په ځای کړم او په‬
‫قبر به ئې ‪ ۹۰۰‬لکه کلدارې مصرف کړم"! په هغه کال‬
‫زمونږ سل افغانۍ د پاکستان د یوې کلدارې معادل وه‪ .‬نو‬
‫انسان دا پکر کولی شي چه پدې فقر وهلي وطن کې ‪۹۰۰‬‬
‫لکه کلدارې د یو پروني خوار مال او بیا د جهاد د کلونو د‬
‫یوه لوی غله یوازې په قبر لګیدلې‪ .‬په پاکستان کې د‬
‫‪1024 of 1205‬‬

‫جهاد په لسو کلونو کې هغه پیژندل شوي رهبران چه د‬


‫پاکستان د جاسوسي تشکیالت پیژندل شوي جاسوسان‬
‫وو‪ ،‬په سر کې ئې "ګلبدین حکمت یار" وو ‪ ،‬دوهم "همدا‬
‫محمد نبي محمدي" وو او دریم ئې ”نعیم کوچی" هم وو‪.‬‬

‫اصلي موضوع داوه چه دغو اسالمي اخواني رهبرانو چه‬


‫د اسالم او د جهاد نارې وهلې‪ ،‬مګر دوی ال د سردار‬
‫محمد داود خان د رژیم په ضد پاڅیدلي وو او پاکستان‬
‫ته تللي وو‪ .‬پاکستان ځکه په پیسو او وسلو او په‬
‫جاسوسي تشکیالت حمایه کړل چه سردار محمد داود‬
‫خان یو ځل بیا هم د جمهوري رژیم د اعالن په ملړۍ‬
‫ورځې‪ ،‬ملړنۍ خبره د پشتونستان د آزادي وکړه‪ .‬چه د‬
‫خپل نوي دولت د نورو پالنونو په سر کې ئې اعالن وکړ‪،‬‬
‫چه دا یوه احمقي وه او د یو شاهي کورنۍ د سردار عبث‬
‫غرور او خودخواهي وه‪ .‬پاکستان ئې یو ځل بیا ځانته لکه‬
‫د ‪ ۱۹۵۰‬لسیزې په څیر دښمن وګرځاوو‪ ،‬چه بد عواقب‬
‫یې درلودل‪.‬‬
‫‪1025 of 1205‬‬

‫نن چه ددې جنایتکارانو خبرې اورم‪ ،‬یوازې دانه چه د‬


‫حقیقت ویونکې ژبه دلته نشته چه سړي ته اور آچوي‪ ،‬بلکه‬
‫دا چه د حقیقت په سر د خاورو آچولو کسان بیا هم قلم په‬
‫الس د خبرو په راس کې دي او په تاریخ کږې وږې‬
‫تبصرې کوي‪ .‬بیا هم دروغ وائي او له خپل کړو جنایتونو‬
‫د هیواد په وړاندې معذرت او عذر نغواړي‪ .‬د کړو جرمونو‬
‫مسئولیت نه مني‪ .‬کمونستان خپل جنایتونه د شوروي په‬
‫غاړه آچوي او دوی خپل هغه پروني د خپلو وطنوالو او‬
‫بیګناه کسانو په وینو سره السونه نه ویني‪ .‬کوشش کوي‬
‫چه هغو سرو وینو ته دوی نن ګالن ووائي‪ ،‬او سل او زر‬
‫دلیلونه راولي‪ .‬او اخوانیان د خپلو ورانیو‪ ،‬د عام قتلونو او‬
‫چور او د الرو د نیولو پړه په پاکستان آچوي‪ .‬او هاغه‬
‫نورو ګویا په خارجي الس وهنو ئې وتړي او ځانونه د‬
‫خدای د الرې مجاهدین ګڼي ‪.‬‬

‫مخکې له هغه چه د شوروي پوځ افغانستان ته‬


‫راشي‪ ،‬د خلق د حزب غړو د "نورمحمد ترکي او حفیظ‬
‫اهلل امین" په مشري په کابل کې هغه وخت یو لست‬
‫‪1026 of 1205‬‬

‫وځړاوو‪ ،‬کله چه حفیظ اهلل امین د نورمحمد ترکي په خوله‬


‫د بالښت په کیښودلو وواژه‪ .‬او اعالن ئې وکړ چه‬
‫نورمحمد ترکي ‪ ۱۲۰۰۰‬افغانان وژلي دي“‪.‬‬

‫دا یوازې په کابل کې د وژل شوو شمیر وو چه لست ئې په‬


‫داخله وزارت کې وځړیده‪.‬‬

‫حال دا چه د ټول افغانستان په خاوره کې له دیرشو‬


‫زیاتو والیاتو په هر هر کلي کې د بیمورده وژلو حساب ئې‬
‫ښکاره ورنکړ‪.‬‬
‫زه شخصا َ په یوه واقعیت په څو والیاتو کې د روسانو د‬
‫پوځ تر راتلو پورې شاهد ووم‪ .‬خصوصا َ د خلق د ګوند‬
‫غړو چه اکثریت ئې د کلیو خوار پښتانه وو او سخت‬
‫بیسواده او د تیر ژوند د فقر له عقدو ډک وو‪ .‬کمونیزم دوی‬
‫ته د یو وژونکي ماشین او د انتقام په توګه درس ورکړل‬
‫شوی وو‪ .‬دوی مې په خپلو سترګو لیدل چه د یو ناروغ‬
‫ذوق مرض ئې له خپل حزب او حزبي درسونو څخه ډیر‬
‫پخوا آخستی وو‪ .‬یو مثال کفایت کوي چه د سلهاوو نمونه‬
‫وي‪:‬‬
‫‪1027 of 1205‬‬

‫ژمی ملر ته په پیتاوې کې د یو کلي خلک ناست وو او پدې‬


‫تر خپلو منځو غږیدل چه؛ "وائی چه زمونږ نوی پاچا په‬
‫وړکتوب د یوې کونډې ښځې شپون وو‪ .‬وائی چه اوه کلن‬
‫ووم او ډیر خوار وو‪ .‬ویل کیږي چه خوارانو ته به اوس‬
‫ځمکې ورکړي‪ .” ...‬ال دا خبره پای ته ونه رسیدله چه د‬
‫ټانګونو غږ شو او سمدالسه یو ټانګ ددې کلي د پیتاوي‬
‫مخ ته ودرید‪ .‬خلک ئې په احترام له خپلو زړو کالیو او په‬
‫پوښو له کڼاوو سره پاڅیدل‪ ،‬په نیمه خندا ئې راغلي‬
‫میلمانه چای ته وغوښتل‪ .‬مګر راغلو میلمنو یوازې د ‪۱۲‬‬
‫نفرو وړو او زړو له جملې څخه ‪ ۸‬نفرو ته اشاره وکړه چه‬
‫ته‪ ... ،‬ته‪ ...‬او… ‪ ۸‬نفره ئې وغوښتل‪ ،‬پدې غږ چه "تاسې‬
‫راش” یو چیرته ځو‪ .‬بیا به مو بیرته راولو‪ .‬او ورسره دا‬
‫خبره "تاسې راځ” ‪ ...‬راځ” ‪ ...‬راځ” !“‪ .‬پاتو کسانو د‬
‫تللو کسانو په ځای د ټانګونو د اوسپنو او قوت په هکله‬
‫غږیدل‪ .‬ډیر کمې شیبې وروسته د نوي ژمي په تازه هوا‬
‫کې چه پاس شنه آسمان کې ملر په لسو بجو اوس تود‬
‫شوی وو‪ ،‬پرله پسې د درنې ماشیندارې ډزونه واوریدل‬
‫شول‪ .‬خو د هیڅ چا سر پرې خالص نشو‪ .‬مګر په ‪۱۲‬‬
‫‪1028 of 1205‬‬

‫بجو احوال راورسید چه هلته مړي پراته ‪ ! ...‬احوال‬


‫ویونکي خپله خبره پای ته ونه رسوله‪ ،‬ځکه چه ډیر سخت‬
‫په ژړا شو‪.‬‬
‫د ثور له ‪۷‬مې څخه تر ژمي پورې دوی په لیونیو او‬
‫ناروغو کارونو د افغانستان خلک نه په کابل پایتخت کې‬
‫آرام پریښودلي وو او نه هم په ګوټ ګوټ کلیو کې‪ .‬ځکه‬
‫وو چه خلک خودبخودي پاڅون ته د همدغو کمونستانو‬
‫وحشت مجبور کړل‪.‬‬
‫ددې پاڅون اندازه لکه چه مخکې مې هم ذکر کړه‪ ،‬چه کله‬
‫ئې زه د نوي کال ‪ ۱۳۵۸‬کال په ماښام ونیولم د کابل د‬
‫نورو نظامي قشلو په څیر هغه د "شیرپور" نظامي قشلې‬
‫کاغوشونه هم له عسکرو خالي شوي وو او په افغانستان‬
‫کې د کمونستانو د ظلمونو په ضد د پاڅیدلو خلکو‬
‫ګریالئی جنګونو ته ئې آستولي وو‪ .‬معلومه وه چه‬
‫کمونستانو د خپل رژیم د ساتلو زور له السه ورکړی وو‪.‬‬
‫خصوصا َ چه ملړني قیامونه په غرنیو سیمو کې پیل شول‪.‬‬
‫چه خپله ما په پکتیا کې د ځدراڼو د قام اوس اوس‬
‫پاڅیدلي قیام ملړنۍ څپې په ځدراڼو کې ولیدلې او بیا دا‬
‫‪1029 of 1205‬‬

‫قیام دننه د قامي زړو دښمنیو او د دولت په بمباردمان لږ‬


‫څه سوړ شو‪ .‬مګر هغه قیام چه د کنړ په برو غرونو کې‬
‫”بر کنړ ‪ -‬د پیچ دره" کې پیل شو‪ ،‬هماغسې د قامونو په‬
‫مشورو او په مټ پاته شو‪ .‬چه د "کنړ افسانه" ترې جوړه‬
‫شوله‪.‬‬
‫ورپسې په هرات کې یو قیام وشو‪ ،‬چه ال د شورویانو‬
‫پوځ راغلی نه وو‪ .‬یوازې روسي مشاورین لیدل کیدل‪ ،‬چه‬
‫د جنګ په اکثرو جبهو کې دوی موجود وو‪ .‬دې خودبخودي‬
‫قیام کې خلک په هغو وسلو له داخلي کمونستانو سره‬
‫وجنګیدل چه بیرته به ئې له دوی څخه په ناڅاپي حملو تر‬
‫السه کولې‪ .‬عسکر خو هم خوار وو او هم په غرونو کې بلد‬
‫نه وو او هم ئې د جنګ د میدان کوم توان ندرلود‪ .‬چه د‬
‫ډیرو اسیرانو پوښو ته به چه ما وکتل‪ ،‬نو خپل بوټونه ئې‬
‫ال وړی نشولی‪ .‬هم عسکرو پخپله جنګ نغوښت‪ ،‬چه د‬
‫خپلو وطنوالو په مقابل کې وجنګیږي‪.‬‬

‫زما خبره په هغه ځای کې پاته شوله چه سردار محمد‬


‫داود خان په پرچم‪ ،‬په کمونست او په بیدینه شهرت وموند‬
‫او خلکو کرار کرار شاه ورواړوله‪ .‬دا ورځې چه ما له دوو‬
‫‪1030 of 1205‬‬

‫جبهو څخه له نژدې څارلې‪ ،‬یو دننه په دولت کې او د‬


‫خلکلو له خوا‪ ،‬دوهم په پاکستان کې د اخواني احزابو د‬
‫تبلیغ او د حملو له اړخ څخه‪ .‬نو لیدل مې چه په داود خان‬
‫سخت عصبي قهر او بحران غلبه کوله‪ ،‬چه نور د رئیس‬
‫جمهور موقف نه‪ ،‬بلکه د پخواني خپلې لیونتیا او د‬
‫دیکتاتوري خوی په لور نژدیکیده‪ .‬یوه ورځ چه د کنړ د‬
‫والیت مرکز ”اسد آباد“ ته له خپلې دولتي ډلې سره والړ‪،‬‬
‫نو ما په هغه مجلس کې ولید چه د کنړ د څلورو مهمو‬
‫قامونو سپین ګیرو او مشرانو له خوا په ګیله مخاطب شو‪.‬‬
‫چه "نباید زمونږ جمهور رئیس د بدنامه پرچم د حزب غړی‬
‫وي ! …"‪ .‬پدې خبرې د داود خان د مخ درد د لیدلو نه‬
‫وو‪ .‬ما دا مغرور انسان ته کتل چه سترګې ئې له ژړا ډکې‬
‫شولې او څومره یو عاجز آواز ئې له سینې څخه پدې‬
‫خبره په فارسی ژبه را اووت چه‪" :‬زه زوړ یم ‪ ! ...‬زه به‬
‫خدای څه شرمولم چه پدې سپینه ګیره کمونست او پرچمی‬
‫شم‪ ،‬ها!“؟‬
‫هو! داود خان ژړل! خو ډیر ناوخته وو‪ .‬د خپلې اشتباه‬
‫ګانو له جال څخه ئې پخپله ځان پیچلی وو‪ .‬کله چه خپل‬
‫‪1031 of 1205‬‬

‫پخواني خوی ته په هر ځل نژدیکیده‪ ،‬هومره ئې ال زیات‬


‫پوښې نګوښیدلې او لویدو ته نژدیکیده‪.‬‬
‫د مثال په توګه کله چه د پرچم د حزب له رهبرانو څخه‬
‫"میراکبر خیبر" ووژل شو‪ ،‬حزب په یو لوی مارش په کابل‬
‫کې جنازه په اوګو واخستله او د قبر په سر ئې د دولت‬
‫سانسور او تشدد په کمونستي ژبو وغندل‪ .‬له حمل څخه د‬
‫ثور تر شپږمې دولت خاموش وو‪ .‬مګر داود خان امر ورکړ‬
‫چه ددې کمونستانو ریښې وباسي او رهبران ونیول شول‪،‬‬
‫په زندان کې وغورځول شول‪ .‬مګر ال مخکې له هغه د‬
‫شوروي اتحاد سفیر له داود خان څخه د مالقات وخت‬
‫وغوښت‪ ،‬پدې مطلب چه "د خلق او پرچم د ګوندونو ضرر‬
‫دولت ته نشته“‪ .‬دا یو نوع هوشدار هم وو‪ ،‬مګر داود خان‬
‫هیڅ رنګه هوشدار نه مانه‪ .‬چه دا د نوموړي کوم ملي غرور‬
‫نه وو‪ ،‬بلکه له وړکتوب څخه د یو نازولي خودخواه شهزاده‬
‫خوی وو‪.‬‬
‫داود خان ته د پرچم هغو افسرانو کودتا کړې وه‪ ،‬چه‬
‫دا افسران په ‪ ۱۹۵۰‬لسیزې کې چه صدراعظم وو پخپله‬
‫شوروي اتحاد ته آستولي وو‪ .‬او دادی چه کار ئې ځینې‬
‫‪1032 of 1205‬‬

‫آخستی وو‪ ،‬مګر بیا ئې ځان ته دښمنان هم کړل‪ .‬له‬


‫چوکیو څخه ئې لیرې کړل او ورسره ئې ال له اول نه‬
‫خلقیان ځانته دښمنان کړي وو‪ .‬چه په خلقیانو کې د داود‬
‫خان په ضد د څلورو کلو په موده کې د یو نظامي کودتا‬
‫پټ فعالیت موجود وو‪ .‬نو کله چه هم پرچمي او هم خلقي‬
‫رهبران زندان ته ولویدل‪ ،‬مګر پدې ځل چه خلقي افسران د‬
‫کودتا لپاره پټ روزل شوي وو رامخ ته شول او د ثور په‬
‫‪۷‬مه ئې کودتا پیل کړه‪ .‬مانا دا چه دغه کمونست رهبران‬
‫یوازې یوه شپه په زندان کې پاته شول‪ .‬کله چه د ثور د‬
‫میاشتې په اوومه نیټه له یوې خوا په شاهي قصر کې‬
‫داود خان خپل ټول وزیران جلسې ته راغوښتي وو او د‬
‫کمونستو رهبرانو په هکله ئې د راتلونکو کارونو په باره کې‬
‫خبرې کولې بله خوا په رڼا ورځ د کودتا ټانګونو د ارګ‬
‫مخې ته په کمین والړ وو‪ .‬مګر څومره افسوس دی چه نه د‬
‫دفاع وزیر ترې خبر وو‪ ،‬نه داخله وزارت او نه هم د داود‬
‫خان د جاسوسي بد نامه تشکیالت‪.‬‬
‫‪1033 of 1205‬‬

‫یو شی چه په تاریخي مطلب مهمه موضوع جوړوي هغه‬


‫داده چه د ‪ ۱۳۵۵‬او ‪ ۱۳۵۶‬د کلونو په موده کې د داود‬
‫خان سرته رسیدلی آرمان چه په خپله شاهي فامیل او‬
‫خاندان کې ئې د پاچاهي او واکمني آرمان وو‪ ،‬نو د‬
‫قدرت خوند ئې آخستی وو‪ .‬او کله ئې چه دا خوند‬
‫واخیست‪ ،‬طبعا َ چه خپل دیکتاتور خوی ئې څرګند شوی‬
‫وو او د جمهوري نظام نوم او مانیفست تش د یو غولونکي‬
‫الفاظو په توګه څټ ته پاته شوی وو‪ ،‬چه ډیرو کسانو‬
‫خصوصا َ چه د ملی آرزوګانو بې طرفه روشنفکرانو هیلې‬
‫وې‪ .‬مګر دا قشر هم له بل هر چا نه نا امیده شوی وو‪ .‬او‬
‫ډیرو خو د داود خان په ضد آووښتی هم وو‪.‬‬
‫ما پخپله هم پدې آخرو هماغو کلونو کې الس د جمهوری‬
‫نظام د مانیفست له صداقت نه پریمینځلی وو‪ .‬دا داسې‬
‫حالت وو چه د داود خان شخصی دننه د درون مایې د‬
‫خودخواه غرور او کبر نښې نور د تحمل نه وې‪ .‬ځکه چه‬
‫نوموړی د مقابل دولتی شخص د مسئولیت او وظیفې د‬
‫بهترې مشورې د آوریدلو تحمل یې ال ندرلود‪ ،‬چه دا عکس‬
‫العمل یې شخصا ً زما د مشورې په مقابل کې هم وښود‪.‬‬
‫‪1034 of 1205‬‬

‫ځای ئې پولیس او د جاسوسي تشکیالت جال ونیوو‪ .‬چه‬


‫څوک به تر خپلو منځو د جاسوسانو له ډاره د غږیدا یا‬
‫سیاسی تبصرې زړه ندرلود‪ .‬او هره خوا په جاسوسی‬
‫شک او ډار چټل شوی وو‪ .‬دا د داود خان د زوال بله نښه‬
‫وه‪.‬‬
‫پټې پټې غونډې ډیرې شوې وې‪.‬‬

‫یو نفر وو چه بیا وروسته د کمونستانو په اقتدار کې د‬


‫دفاع وزیر هم شو دا "قادر هراتی" وو‪ .‬چه هم ئې داود‬
‫خان ته کودتا کړې وه او هم ئې د هوائي قوا په مټ په‬
‫داود خان کودتا وکړه‪ .‬کله چه داودخان شړلی وو‪ ،‬زما‬
‫کورته به زیات راته‪ ،‬پدې مطلب چه باید یو شی وشي‪.‬‬
‫حتی د یوې ګریالئي لیکې په جوړولو چه په هرات کې‬
‫تنظیم کیده خبرې کولې‪ .‬مګر یوه ورځ زما د ټراکتوروان له‬
‫خوا زه د شمالي "شکردرې" ته دعوت شولم‪ ،‬چه له ما‬
‫سره زما په کور کې همدغه "قادر" هم ناست وو‪ .‬یو‬
‫خاص د خوشالي حالت ئې درلود چه یو بل هراتی هم‬
‫ورسره وو‪ .‬ما تراکتوروان ته وویل چه زه دوه نور میلمانه‬
‫‪1035 of 1205‬‬

‫هم لرم‪ ،‬نو هغه ال زیات خوشاله شو چه د خپل ورور په‬


‫واده کې ئې مونږ درۍ واړه برخه واخلو‪.‬‬
‫قادر ومنله او مونږ د قادر په فولکس واګن موټر کې چه‬
‫کله حرکت وکړ او کله چه د خیرخانې له سرحد نه‬
‫واووښتلو‪ ،‬موټر ئې یو په یو ودراوو‪ .‬مانا ئې دا وه چه‬
‫اوس خبرې کولی شو‪ .‬په ډیر وجد او خوښۍ ئې زما الس‬
‫ټینګ ونیوو او راته ئې وویل چه؛ "هوائی قوا ستا په واک‬
‫کې ده‪ .‬ګریالئي پالن ته نور ضرورت نشته… ړنګول یې په‬
‫ما او جوړول یې په تا… بس غږ کوه !“‪.‬‬
‫خو یو شی ډیر مهم وو‪ ،‬کوم چه ما له عمومي حاالتو‬
‫د وطن په سطحه لیدل‪ .‬هغه دا وو چه‪ :‬نور داود خان نه په‬
‫داخل کې او نه په بهرنیو هیوادو کې دوست درلود‪ ،‬چه‬
‫واقعا َ به د دوستي الس ورکړي‪ .‬کله چه ماسکو ته والړ‬
‫هلته ئې هم له "برژنیف" سره لفظي جنګ کړی وو‪ .‬او‬
‫دننه په افغانستان کې درې ډلو خپله بیزاري ښودله چه‪:‬‬

‫یو‪ :‬اخوانیان وو‬


‫دوهم ‪ :‬کمونستان وو‬
‫‪1036 of 1205‬‬

‫دریم ‪ :‬روشنضمیره روشنفکران وو‪.‬‬

‫مګر دغو وطندوستو روشنفکرانو کوم ځانګړی حزب او‬


‫تشکیل ندرلود او اکثره د حزب او حزب بازیو په ضد هم‬
‫وو‪ .‬دوی ته نه د اخوانیانو له خوا بلنه او نه هم د‬
‫کمونستانو له خوا د هغوی غوښتنه د وطن په ګټه ښکاره‬
‫کیدله او نه ئې هم خپل مستقل ملي او مترقي تشکیل‬
‫درلود‪.‬‬
‫الکن یو شی پوره څرګند وو او هغه دا وو چه د داود خان‬
‫اقتدار یوې مڼې ته ورته وو چه د ونې په ښاخ کې په‬
‫ریږدیدلي حالت په راغورځیدلو وه ‪ .‬پوښتنه دا وه چه آیا د‬
‫چا په غیږ کې به راولویږي؟‬
‫ما چه لیدل یوې خوا ته پړانګ وو‪ ،‬بله خوا پاڼ وو‪ .‬پړانګ‬
‫اخوانیزم او کمونیزم وو او پاڼ د داود خان د جاسوسي‬
‫تشکیالتو تشدد وو‪ .‬نو ملي‪ ،‬مترقي او روشنضمیره‬
‫روشنفکرانو ته وطن ته د نجات الره نه وه پاته‪ .‬یو حقیقت‬
‫معلوم وو چه خلقیانو د کودتا وسایل درلودل‪ ،‬مګر د‬
‫جاسوسي تشکیالت له خطر سره هم مخامخ وو‪.‬‬
‫‪1037 of 1205‬‬

‫خصوصا َ چه ما د قادر خان دا پټ راز واورید او‬


‫هماغسې مې آمانت پټ وساته‪ .‬که څه هم د دادوخان په‬
‫آخري کال ما له دولت څخه فاصله نیولې وه‪ ،‬مګر بیاهم‬
‫ماته هر څه د ثور له کودتا څخه مخکې معلوم شوي وو‪ .‬زه‬
‫نه هغه وخت او نه هم تر دا ننه پدې پوه شولم چه آیا دا‬
‫قادر هراتی په پرچم کې وو او که په خلقیانو کې وو‪ .‬مګر‬
‫ماته ئې کسمونه کول چه په یوه حزب کې هم نه یم او له‬
‫دواړو څخه مې بد راځي‪ ،‬مګر هو‪ ،‬سوسیالست یم‪.‬‬

‫کله چه د دفاع وزیر شو‪ ،‬هغه وخت د دفاع د وزارت تعمیر‬


‫د ارګ مخې ته وو‪ .‬کله مې چه په خپل دفتر کې ولید‪،‬‬
‫زمونږ د مالقات او خبره د نوموړي د وزارت په مقام کې‬
‫پداسې تبصرې د صحبت موضوع وګرزیدله‪ ،‬چه د خبرو‬
‫په منځ کې د تیلفون غږ جګ شو‪ .‬دا تیلفون له کندهار‬
‫څخه وو‪ .‬نو ئې دا امر مقابل لوري ته وکړ چه "ملګرېه!‬
‫ټول ونیسه! هو هو! ټول فامیل ئې هم ونیسه او دلته ئې‬
‫کابل ته د تحقیقات لپاره الس تړلي راوله ‪ ...‬هو ‪ ...‬هو!‬
‫همداسې وکړه"‪ .‬کله چه بیرته زما مخې ته په چوکۍ‬
‫‪1038 of 1205‬‬

‫کشیناست‪ ،‬لکه همیشه په مخکې او خوله کې به ئې‬


‫هماغه پخوانۍ سړه او بې مفهومه خندا وه‪ .‬ما ورته وویل‬
‫چه‪" :‬ځوانه! اوس خو له تا نه او په تا کې سل داود خانه‬
‫وینم‪ ،‬د نیولو او د مشترک مجازات او د ټولې کورنۍ د‬
‫غړو د الس تړلو خوند وینم! آیا هغه د ظلم خبرې دې له‬
‫یاده ووتلې چه داود خان به د غانده؟ ها؟ ووایه داسې ژر‬
‫آووښتل؟“‪ .‬په ډیر هیجاني حالت ئې ځواب راکړ‪:‬‬

‫”ګوره ملګرېه! د پاریس د کومیون انقالبي اشتباه باید‬


‫له یاده ونه باسو‪ .‬داډ درکووم چه دلته به زمونږ په انقالب‬
‫کې تکرار نشي‪ .‬یا به د انقالب دښمنان له منځه ځي او‬
‫یا به انقالب له منځه ځي‪ .‬د پاریس د کومیون د له منځه‬
‫تللو علت د کمونستانو رحم وو“‪.‬‬

‫دا کافي نده چه یا د کمونستانو ظلمونه یاد شي او یا‬


‫د اخوانیزم له خیانتونو او جنایتونو څخه تش کیسې‬
‫وشي‪ .‬او انسان ووائي چه ما د جرمونو داستان ولیکه‪.‬‬
‫سمه ده چه دا داستان به ولیکل شي‪ ،‬مګر هغه پیغام چه‬
‫زه غواړم سبا ته ورسوم‪ ،‬هغه داده چه‪:‬‬
‫‪1039 of 1205‬‬

‫په ټولو حاالتو‪ ،‬که د داود خان د جمهوریت په وخت‬


‫کې وو او که بیا د ثور له کودتا سره د راغلو ورانیوو مرحله‬
‫تر ‪ ۲۰۰۱‬کال پورې راورسیدله‪ ،‬هر جنایت د بل جنایت او‬
‫هر جرم د نورو جرمونو علتونه شول‪ .‬مګر ما همیشه په یوه‬
‫شي حساب کاوو چه هغه‪:‬‬
‫د انسان دننه د رواني کرکتر او د هغه د روحي جهان‬
‫او اخالقي شخصیت د پیژندلو حیاتي موضوع وه‪ .‬ما‬
‫ایمان درلود او اوس هم همدا ایمان لرم چه که یو چا ملړی‬
‫د خپل روح د اصالت معنوي جهان جوړ کړی نه وي‪ ،‬او‬
‫که یو انسان بیرته د خپل انساني کرامت په احترام او په‬
‫نظر کې لرلو سره د همداسې احساس خاوند شوی نه‬
‫وي‪ ،‬هغوی نشي کوالی چه د عدالت مخ له هغو وینو څخه‬
‫پاک کړي کوم چه بیرته پخپله همدوی له خپلو کړو جنایتونو‬
‫ککړ کړی دی‪ .‬نشي کوالی چه په ژبې‪ ،‬په نطاقي او په‬
‫دروغجنو ګالنو له جنایتونو څخه تویې شوې وینې وپوښي‬
‫او بیا بیا هم پدې تالش وي چه تل له فریب څخه کار‬
‫واخلي او همدا ناروغ خوند مخ ته بوزي‪.‬‬
‫‪1040 of 1205‬‬

‫مګر په افغانستان کې له بل هر عوام فریب او ظالم پاچا‬


‫څخه‪ ،‬دا د کمونست حزبونو رهبران وو چه خپل ناخبره او‬
‫پدوی کې د وطن د آبادي غوښتونکو غړو زړونه او ذهنونه‬
‫ئې غولولي وو او له ظاملو عقدو څخه ئې ډک کړي وو‪.‬‬
‫تر هغه ځایه چه د دغو رهبرانو دننه د شخصیت‬
‫اخالقي جهان د مطالعې کولو فرصت ماته ددوی له کودتا‬
‫څخه مخکې مساعد شوی وو‪ ،‬زه ئې غولولی نه ووم‪ .‬کله‬
‫چه ددوی له خوا په ناڅاپي توګه د کودتا غږ مونږ واورید‪،‬‬
‫نور نو ماته هر څه ښکاره وو‪ ،‬چه څه به پیښیږي‪ .‬لکه‬
‫څرنګه چه هغه ملړنۍ خبره چه نور محمد ترکي د الس ته‬
‫راوړل شوي قدرت له کبر څخه وکړه چه‪:‬‬
‫”مامې خپلو ملګرو ته ویلي وو چه مونږ له داود خان سره‬
‫دوستان نه یوو‪ ،‬مګر دښمنان هم نه یوو‪ .‬او ما هدایت‬
‫ورکړی وو که چیرې کوم وخت داود خان زما د نیولو نیت‬
‫وکړي‪ ،‬نو باید سمدالسه انقالب وشي‪ .‬دادی چه خلقي‬
‫انقالب شوی دی…“‪.‬‬
‫‪1041 of 1205‬‬

‫دا رنګه "زه او ځان" دا رنګه "خودخواهي او خود‬


‫پرستي"د یو ناروغ او سرګردانه روح نماینده ګي کوي‪.‬‬
‫چه دداسې ناروغانو دننه اخالقي شخصیت له پوښو څخه‬
‫لویدلی دی‪ .‬که دغه وران درون مایې ته د قدرت امکان‬
‫ورشي‪ ،‬نو طبعا َ چه په ورانیو خوښ وي‪ ،‬کوم چه همدغه‬
‫کمونست رهبران بل څوک نه وو‪ ،‬افغانان وو‪ .‬افغانانو ته‬
‫دا وران کرکتر له پیړیو په خپل هیواد کې ورغلی دی چه نه‬
‫ئې وطن جوړولی شوای او نه ئې د جنایتونو حقیقت‬
‫بیانولی شوای‪ .‬چه همداسې یو منفي کرکتر په ارتجاع او‬
‫اخوانیزم هم نومول شوی وو‪ .‬دواړو وطن وران کړ‪ .‬دا ځکه‬
‫چه هغوی هم بل څوک نه وو‪ ،‬افغانان وو او ددې هیواد په‬
‫خاوره کې لوی شوي او د ورانولو په زاړه همدې خصلت‬
‫تړل شوي وو‪ .‬په پیړیو پکې لوی شوي وو‪ .‬نو که چیرې‬
‫کمونستانو خپل سیاسي رقیب او دښمن اخوانیان ګڼل‪،‬‬
‫مانا ئې دا نه وه چه دوی د ظلم په ضد دي‪ ،‬یا دا چه‬
‫اخوان ظلم غواړي‪ ،‬بلکه دواړه ظاملان وو‪ .‬یا دا ووایي چه‬
‫دوی له تعصب او تنګ نظری نه پاک دي‪ ،‬مګر اخوانیان‬
‫‪1042 of 1205‬‬

‫ارتجاعي ذهن لري‪ ،‬نه داسې نه وو‪ .‬هم کمونستانو او هم‬


‫اخوانیانو؛‬

‫‪ .۱‬یو خودخواه او خود پرسته "زه او ځان" درلود‪.‬‬


‫‪ .۲‬دواړه د عدالت په ضد ظاملان وو‪.‬‬
‫‪ .۳‬دواړه د جهالت او د غالمي بندګان وو‪.‬‬
‫‪ .۴‬دواړه په فریب کاریو ککړ عوام فریبان وو‪.‬‬
‫‪ .۵‬دواړه جنایت کاران‪ ،‬د وطن ورانونکي مجرمان وو‪.‬‬
‫‪ .۶‬دواړه د میړانې او غیرت دښمنان وو‪.‬‬
‫‪ .۷‬او دواړه د شرف او حقیقت نه منونکي دروغجن مزدور‬
‫کسان وو‪.‬‬
‫یوشی چه په مونږ کې ورک وو هغه ورک شی په مونږ‬
‫کې په خپل ځان کې هغه ”پاک روح“ وو‪ .‬که بیا د‬
‫کمونست نوم ورکول کیده او اقتدار ته رسیده او یا که د‬
‫اخوان په نوم د قدرت خاوندان کیدل‪ ،‬له دوی نه د وطن د‬
‫آبادي توقع کیدلی نشولی‪ .‬اصلي مطلب همدا دی چه پدې‬
‫هیواد کې په همدغه ورک شوي معنویت نه چا دوه خبرې‬
‫وکړې او نه چا دوه جملې پرې ولیکلې‪ .‬دا ځکه چه چا دوه‬
‫‪1043 of 1205‬‬

‫ورځې ال پکر پرې ونکړ‪ .‬زمونږ همدا پردی شوی روح او‬
‫حالت ال نن هم کال ‪۲۰۰۴‬م د دسامبر ‪۲۶‬مه دوام لري‪.‬‬

‫هغه څه چه له کودتا سره منځ ته راغلل هغه دا وو چه‪:‬‬

‫”نورمحمد ترکي“ ددې اجازه پرچمیانو ته نه ورکوله چه د‬


‫رهبري په راس کې د کمونیزم د نمایندګانو او ګویا د‬
‫شوي خلقي انقالب افتخار ولري‪ .‬دوی دا افتخار د خپل‬
‫خلقي حزب ګاڼه‪ .‬ځکه چه پرچمیان د داود خان مال تړ او‬
‫جاسوسان وو‪ .‬او په دولت کې د داود خان له خوا چوکۍ‬
‫ورکړل شوې وې‪ .‬د پرچم رهبر په ډاګه یوه ورځ وویل چه‬
‫ټولو له رادیو څخه واوریدل چه‪" :‬که چیرې د داود خان‬
‫ټانګ د ببرک کارمل په سر تیر هم شي‪ ،‬مګر د ببرک‬
‫کارمل د پارچه شوي سر هره ذره به دا نارې کوي چه‪:‬‬
‫زنده باد داود خان این بزرګمرد تاریخ“‪ .‬دا د هغو ورځو‬
‫خبرې خصوصا َ د نورمحمد ترکي او د حفیظ اهلل امین او‬
‫د ټول حزب له یاده وتلې نه وې‪ .‬نو کله چه د ثور کودتا هم‬
‫خلقیانو کړې وه او د داود خان واکمني او دولت ئې له‬
‫بیخه ړنګ کړی وو‪ .‬بیا نو داود خان او د هغه مالتړ‬
‫‪1044 of 1205‬‬

‫دوستان او جاسوسان به هم د خلق د حزب او د خلق د‬


‫خلقي انقالب دښمنان وو‪.‬‬
‫د نورمحمد ترکي او د حفیظ اهلل امین استدالل همدا‬
‫وو‪ .‬مګر ناخبره لدې چه هم پرچم او هم د خلق ګوند د‬
‫غالمي په یوه ځنځیر په ماسکو تړل شوي‪ ،‬د بنده بندګان‬
‫وو‪ .‬باید له یاده ئې ویستلي نه وای چه تصمیم به نه‬
‫نورمحمد ترکي او نه هم حفیظ اهلل امین نیوو‪ ،‬بلکه دا‬
‫ماسکو وو چه د نورمحمد ترکي په کودتا کې ئې کارمل ته‬
‫د رهبري په کدر کې ځای ورکړ‪ ،‬مګر په دوهمه درجه‪ .‬او‬
‫ببرک کارمل هغه دوهمه درجه مقام او هغه هم د "زاړه‬
‫بولدوزر" له حاکمیت الندې ځانته توهین ګاڼه‪ .‬نو باالخره د‬
‫پرچم د حزب څو رهبران له کابل نه اکثرا َ د نورو‬
‫سوسیالستي هیوداو په لور د "سفیرانو" په نوم وشړل‬
‫شول‪ .‬پدې شړلو کې د حفیظ اهلل امین الس ډیر فعال وو‪،‬‬
‫چه د ماسکو له یاده نه وتل‪.‬‬
‫که خلق او پرچم د پخوانیو خودخواهیو تر خپلو منځو‬
‫النجې‪ ،‬پټې دښمنۍ او دسیسې درلودلې‪ ،‬مګر اوس چه د‬
‫خلق د ګوند رهبران د شورای انقالبي په مقام او قدرت‬
‫‪1045 of 1205‬‬

‫ناست وو‪ ،‬نو دا د قدرت خوند او د وژلو مرض ددوی دننه‬


‫په منفي خصلت او د خود پرستی په "زه او ځان" کې هم‬
‫ډیر ژر ښکاره شو‪.‬‬
‫حفیظ اهلل امین ته نورمحمد ترکي له پخوا کلونو څخه یو‬
‫"وفاداره شاګرد" ویل‪ .‬په هغو مخکې کلونو کې چه ددوی‬
‫ترمځه د جرګې مسله مطرح وه‪ ،‬ماته یې یوه ورځ ده په‬
‫خپله د "حفیظ اهلل امین" له وفاداري څخه د لوړو اوصافو‬
‫په لرلو او پدې دلیل چه "ماته ئې ډیر مارکسیستي مهم‬
‫کتابونه له انګلیسي څخه ترجمه کړي دي ‪ "! ...‬نورمحمد‬
‫ترکي ډیر خبرې وکړې‪ .‬مګر دادی چه د نورمحمد ترکي‬
‫یونیم کلن قدرت سرته په رسیدلو وو‪ ،‬چه هماغه وفادار‬
‫شاګر د خپلو دوو نژدې همکارانو په وسیله خپل استاد‬
‫وواژه‪ .‬دا دوه کسان د هماغه پغمان او ارغندې څخه وو‪.‬‬
‫یوه ورځ چه زه زما کورته نژدې د یو کندهاري دوست کره‬
‫چه ښځه یې د ارغندې د سلیمان خیلو څخه وه ورغلی‬
‫ووم‪ .‬ما همدا دوه قاتالن ولیدل چه اصالَ خورد ضابطان‬
‫وو او په ډیر وجد او سادیستي ذوق او قهرماني ئې کیسه‬
‫کوله‪ .‬چه څرنګه ئې مونږ ته د خپل الس ساعت خالص کړ‬
‫‪1046 of 1205‬‬

‫او مونږ ته یې پدې خبره راکړ چه "دا خاطره زما ګران‬


‫شاګرد حفیظ اهلل امین ته ورکړئ“‪ .‬او هم ئې د خپلې‬
‫ښځې لپاره په بانک کې ‪ ۸۰۰۰۰‬افغانۍ د ورکولو خواهش‬
‫وکړ‪ .‬بیا ئې څرنګه السونه له څټ نه پرې وروتړل‪ .‬او‬
‫څرنګه ئې بیا په خوله بالښت ورکیښود‪ .‬او پدغو ټولو‬
‫حاالتو کې نورمحمد ترکي څرنګه یو غلی او مطیع حالت‬
‫درلود او بیا ئې څرنګه ساه وختله ‪.‬‬

‫مونږ افغانان وو‪ ،‬چه زمونږ دننه د انسان جوړونکي‬


‫اخالقي جهان په مونږ کې وران وو‪ .‬نتیجه دا وه چه مونږ‬
‫وژونکي او ورانونکي وو‪ .‬نورمحمد ترکی د حفیظ اهلل‬
‫امین کوم اخوانی دښمن نه وو‪ .‬بلکه هم کمونست وو او‬
‫هم ئې استاد وو او په وژلو ئې یوازې دا وکړل چه حفیظ‬
‫اهلل امین د ترکي په بې ساه نعش پوښه کیښودله او د‬
‫قدرت تخت ته ورسید‪ .‬هغه ملړنی کار ئې چه وکړ هغه‬
‫داوو چه تر دې مودې یې د ټولو هغه بیګناه خلکو چه په‬
‫کابل کې له شکنجو الندې وژلي وو‪ ،‬د هغو ټوله پړله ئې‬
‫په نورمحمد ترکي واچوله‪ .‬تش د نمونې په ډول ئې د‬
‫‪ ۱۲۰۰۰‬وژل شوو لست خپور کړ‪ .‬که څه هم تر دې وخته‬
‫‪1047 of 1205‬‬

‫خپله حفیظ اهلل امین هم د خارجه وزیر او هم د دفاع د‬


‫وزارت د چارو څارونکی وو‪ .‬د نورمحمد ترکي له مرګ نه‬
‫ئې وروسته هغه دوهم کار چه وکړ هغه د یو فلم جوړول‬
‫وو‪.‬‬
‫موږ له تلویژن څخه ورته کتل چه د فلم په جوړولو کې‬
‫پولیسان د ثور په ‪۷‬مه نیټه د نوموړي کورته د ننوتلو صحنه‬
‫عکاسي کوله‪ ،‬چه حفیظ اهلل امین په خپل کور کې له خپلې‬
‫ښځې سره په کټ پروت دی‪ .‬کله چه د سردار محمد داود‬
‫خان د دولت پولیسان غواړي نوموړی په خپل کور کې‬
‫ونیسي‪ ،‬نو د فلم قهرمان "حفیظ اهلل امین" پدې صحنه‬
‫کې خپل جسارت ښکاره کوي‪ .‬چه "زه نه ډاریږم ‪ ...‬زه یو‬
‫انقالبي یم“‪ .‬مګر د فلم اخستونکو د تخنیکي عوارضو له‬
‫کبله دا صحنه درۍ ځله تکرار شوله‪ ،‬چه واقعي طفالنه او‬
‫احمقانه ریشخند ترې جوړ شو‪ .‬مګر فلم دوام وموند چه‬
‫پدې صحنه کې حفیظ اهلل امین له پښتني کالیو سره په‬
‫یوې الرۍ کې د یو قهرمان په پوزیشن د انقالب سور بیرغ‬
‫په الس او په باد سره بیرغ رپیږي او دا ښکاره کوي چه د‬
‫ثور انقالب مخترع زه یم او موئسس ئې هم زه یم‪ .‬ځکه نو‬
‫د قدرت واک زما حق دی چه واقعي کمونیزم زه پیاده کړم‪.‬‬
‫‪1048 of 1205‬‬

‫پدې توګه د حفیظ اهلل امین مخې ته د حزب دننه کوم رقیب‬
‫پاته شوی نه وو‪ ،‬خپل استاد ئې وژلی وو‪ ،‬ببرک کارمل او‬
‫نور حزبۍ مهم رهبران ئې ال له پخوا څخه له کابل نه لیرې‬
‫کړي وو‪ .‬نو ئې خپل مرکز هم تبدیل کړ‪ .‬له شاهي ارګ نه‬
‫ئې د امیرامان اهلل خان شاهي قصر ته ټول کارونه انتقال‬
‫کړل‪ ،‬پدې مقصد چه د کومې احتمالي کودتا مخه ونیسي‪.‬‬
‫د دارالمان لوی سړک کې ئې څو پوځي او تاالشي‬
‫کونکي مرکزونه هم جوړ کړل‪ ،‬چه هر پوځي موټر به درۍ‬
‫څلور نظامي ځایه بیل بیل ”د شپې یا ورځې نوم" په‬
‫ورکولو به بیا وروسته د حفیظ اهلل امین رسمي مقام ته‬
‫رسیدلی شو‪ .‬هره خوا یو شدید کنترول پیاده شو‪ .‬نور‬
‫امین ډاډه وو چه هم د نورمحمد ترکي له طرفدارانو او هم‬
‫د پرچم له دښمنانو څخه په امنیت کې دی‪ .‬نو ئې کله چه‬
‫دا امنیت او ډاډ حاصل شو‪ ،‬دا هغه وخت وو چه د‬
‫افغانستان په لویشت لویشت ځمکه د کمونستانو د ظلمونو‬
‫په ضد هر ګام کې د خلکو د مقاومت او پاڅون له خوا د‬
‫دولت عسکر له منځه تلل‪ ،‬وژل کیدل او اسیران کیدل‪ .‬د‬
‫‪1049 of 1205‬‬

‫قامونو السو ته د کمونستانو د پوځ د الس وسلې ورغلې‬


‫وې‪ ،‬چه ال پدې موده کې د پیښور د اسالمي احزابو د‬
‫رهبرانو د جهاد السونو د خلکو او د قامونو د ”قیام“ څپې‬
‫ککړې کړې نه وې‪ .‬او د نفاق حزبي جهادي او اسالمي‬
‫تخمونه پکې کرل شوي نه وو‪ .‬مګر خلک پوهیدل چه که‬
‫وسلې ئې الس ته ورغلي دي‪ ،‬الکن له خوراکي شیانو یې‬
‫السونه په تشیدلو دي‪ .‬همدا مهم احتیاج وو چه د اسالمي‬
‫احزابو په السو کې پیسې دوی ته له همدغه احتیاج نه‬
‫شیطاني لومې شولې‪ .‬پدې مانا چه د دغو اسالمي‬
‫احزابو رهبرانو په یو الس کې پیسې نیولې وې او په بل‬
‫الس کې د خپل خپل اسالمي حزب کارتونه‪ .‬شرط دا وو‬
‫چه د حزب کارت به آخلي بیا به پیسې ورکوي چه دوی‬
‫ډوډۍ واخلي‪ .‬پدې توګه د خلکو په قامي اتفاق او‬
‫خودبخودي پاڅون کې د یو ژور حزبي نفاق مرض چه‬
‫وژونکی وو ګډ شو‪.‬‬

‫ماته یو نژدې دوست کیسه وکړه چه؛ "محمد نبي‬


‫محمدي“‪ ،‬کوم چه نوم یې مخکې هم ذکر شو‪ ،‬کله چه له‬
‫‪1050 of 1205‬‬

‫هلمند څخه پاکستان ته په تلو کې وو‪ ،‬نو د خلقي‬


‫کمونستانو د له خوا په الره کې ونیول شو‪ .‬خلقي‬
‫کمونستان له پخوا څخه د دغه مال په نیولو پسې وو‪ ،‬مګر‬
‫کله چه ونیول شو‪ ،‬نو روسي مشاورینو له مرګ څخه‬
‫وژغوره او پرې ئې ښود چه پاکستان ته واوړي‪ .‬مګر کله‬
‫چه خلقي کمونستانو په شدید مقاومت له روسي مشاورینو‬
‫سره مخامخ شول‪ ،‬نو روسي مشاورینو دوی ته وویل چه؛‬
‫"دا بهتره نده چه دا مال ووژل شي‪ ،‬بلکه انقالب ته هغه‬
‫وخت د ده ژوند کومک رسوي چه په پیښور کې د ده حزب‬
‫په خلکو کې د حزبي نفاق علت وګرزي ‪ .“! ...‬او همداسې‬
‫هم وشول‪ .‬د اسالمي " ‪ " ۷‬احزابو له خوا په خلکو کې‬
‫کور په کور‪ ،‬قام په قام او سیمه په سیمه یو داسې نفاق‬
‫ګډ شو چه ورور خپل ورور او پالر خپل زوی ته د حزب له‬
‫سترګو په دښمني کتل‪ .‬د قام پخواني قامي پاته نظم‬
‫پارچه پارچه شو‪ .‬خصوصا َ د افغانستان په پښتني سیمو‬
‫کې چه پخوانۍ دښمنۍ لکه د اور سکروټې څه نا څه‬
‫خاموشه حالت کې وې‪ ،‬مګر بیرته دا پخوانۍ قامي‬
‫دښمنۍ په حزب بازیو وتړل شولې‪.‬‬
‫‪1051 of 1205‬‬

‫زه په یوه حادثه شاهد ووم چه د پښتنو په یوې غرنۍ‬


‫سیمې کې ووم‪ .‬مونږ په جرګه ناست وو‪ ،‬چه څرنګه کوالی‬
‫شو د دوو خطرونو مخه ونیسو‪ .‬یو‪ :‬قامي دښمنۍ ته د‬
‫نوي قامي مجازات ټاکل‪ ،‬دوهم‪ :‬د اسالمي احزابو السونه‬
‫له قامونو څخه لیرې ساتل‪ .‬مګر مونږ ال خبرې کولې چه په‬
‫تلوار یو نفر راغی د یو قتل خبر ئې راووړ‪ ،‬چه یو نفر خپل‬
‫پخوانی قامي دښمن وواژه‪ .‬ځکه چه د خلکو السو ته له‬
‫کمونستي دښمن څخه آخستل شوې د ”کالشینکوف“‬
‫ماشیندارې ورغلې وې‪ .‬ما نه قاتل پیژاند او نه ئې ځای‪.‬‬
‫ځکه چه زه یوازې د دوی میلمه ووم‪ .‬مونږ فیصله وکړه چه‬
‫قاتل د جرګې ته راوستل شي‪ .‬قاصد والړ‪ ،‬مکر کله چه په‬
‫ځنډ راغی‪ ،‬نو ئې له قاتل څخه دا پیغام راوړلی وو چه‪:‬‬
‫"زه د ګلبدین حکمت یار د اسالمي حزب غړی یم‪ ،‬د خپل‬
‫حزب پابند یم‪ ،‬نه د قام د جرګې…“‪.‬‬

‫په همدغو حاالتو کې له نوي واکمن کمونست حفیظ اهلل‬


‫امین څخه واوریدل شول چه؛ "مونږ ته یوازې سل نفره‬
‫حزبي او متعهد انقالبي بس دي‪ ،‬نه پدې هیواد کې سل‬
‫‪1052 of 1205‬‬

‫میلونه ‪“! ....‬؟ دا د یو عام قتل خبره هغه وخت وشوله چه‬
‫په عمل کې د ثور له کودتا سره پیاده شوې وه‪.‬‬

‫روسي مشاورین ال د سردار محمد داود خان په‬


‫واکمني کې ځینو وزارتونو کې هم لیدل کیدل‪ ،‬مګر د ثور‬
‫له کودتا سره ئې شمار زرهاوو ته رسیدلی وو‪ .‬کله چه‬
‫خودبخودي مقاومت پیل شوی وو‪ ،‬ال د شورویانو پوځیان‬
‫راغلي نه وو‪ .‬مګر په ټولو نظامي برخو کې د ثور له کودتا‬
‫سره راورسیدل‪ .‬د حفیظ اهلل امین د قهر سترګې د کنړ د‬
‫والیت خصوصا َ د پیچ د درې په "ساپي او نورستاني قام“‬
‫آووښتې وې چه ئې ټول دولتي نظامي قوتونه د بر کنړ له‬
‫اولسوالیو او نظامي سنګرونو څخه پاک کړي وو‪ .‬د‬
‫محاصرې کړۍ د کنړ د والیت له مرکز څخه تاو شوې وه‪.‬‬
‫نو ئې د غضب دا فرمان له خولې څخه اووت‪:‬‬
‫”ووژن”! داسې ئې ووژن” چه د کنړ په غرونو کې یو‬
‫کربوړی ال هم ژوندی پاته نشي‪ ،‬مرغ کم ګویش کم…“‪.‬‬
‫په هماغه کنړ کې د مرمیو کوم مصرف چه کمونستي‬
‫نظامي قواوو کاوو د منلو نه وه‪.‬‬
‫‪1053 of 1205‬‬

‫یو مثال ئې دادی چه یوه ورځ د کنړ قامي قیام ګرانو او‬
‫ځوانانو اسیران راوستل‪ .‬او ما په یو صحبت کې د یو‬
‫خوار ځوانکي دا کیسه واوریدله چه اصالَ د شبرغان‬
‫فارسي ژبی خام ځوان وو‪ .‬چه په زوره ئې نیولی وو او‬
‫جنګ ته ئې آستولی وو‪ .‬ویل ئې چه‪" :‬زمونږ د ټولي‬
‫نظامي مشر یو پښتون خوردضابط خلقی کمونست وو‪.‬‬
‫مونږ هره شپه چه له محاصرې الندې راغلي وو‪ ،‬د‬
‫کالشینکوف ‪ ۴‬جاغوره چه په هر جاغور کې به ‪ ۳۰‬مرمۍ‬
‫وې انداخت کاوو‪ .‬مونږ نه پوهیدلو چه څرنګه نښه وولو‪،‬‬
‫الکن د ماشیندارې خوله به مو هوا ته نیولې وه‪ .‬جاغورونه‬
‫به مو په فیر کولو تشول‪ .‬یوه شپه چه زما زړه په دومره‬
‫بیځایه کالتوسو او په مصرف خوږیده‪ ،‬نو د دوو جاغورو‬
‫مرمۍ مې ذخیره کړلې‪ .‬مګر په هغه سهاري چه کله زمونږ‬
‫خوردضابط خلقي قوماندان د ټولي په لیکو کې معاینه‬
‫کولو‪ ،‬لکه د هرې ورځې په شان چه آیا څوک وژل شوي یا‬
‫زخمیان شوي دي‪ .‬او نشي چه څوک تښتیدلي وي‪ .‬نو کله‬
‫ئې چه زما د ماشیندار دوه جاغوره له کالتوسو ډک ولیدل‪،‬‬
‫نو په نوموړي اور بل شو‪ .‬د ټول ټولي تر مخ ئې په ځمکه‬
‫‪1054 of 1205‬‬

‫وویشتلم او د لغتو او سوکانو باران ئې راباندې جوړ کړ‪،‬‬


‫پدې خبرې چه؛ "ته د امپریالستانو جاسوس ئې‪ .‬ته د‬
‫فیوډاالنو نوکر ئې! ته د اخوانیزم مالتړ ئې! ته زمونږ د‬
‫انقالب دښمن ئې!“‪ .‬ولې تا په دښمن ډزونه ندي کړي ها؟‬
‫زه ئې په خیمه کې بندي کړم‪ .‬ملړی ئې ځمکه په اوبو ملده‬
‫کړه بیا ئې خیمه راته ووهله یوه شپه او یوه ورځ وږی تږی‬
‫مجازات شولم‪ .‬زه کسم کووم چه نه په امپریالیزم‪ ،‬نه په‬
‫فیوډالیزم او نه په نورو خبرو پوهیدلم چه هره ورځ به‬
‫خلقیانو د همدې خبرو لپاره مونږ په درس خانو کې ټولولو‬
‫او همدا خبرې به ئې په قشله کې راته کولې…“‪.‬‬
‫بله یوه خاطره داده چه‪ :‬چه کله د قیام ځوانان د جنګ‬
‫له جبهې څخه راستانه شول‪ ،‬ماته ئې یو خط راکړ چه د‬
‫یو عسکر په جیب کې وو او عسکر وژل شوی وو‪ .‬دا د‬
‫عسکر خپل کور ته د یو بل خپل همسلک په کومک چه‬
‫باسواده وو په لیکل شوي کاغذ کې خبرې وې او په‬
‫فارسي ژبې وې‪:‬‬
‫‪1055 of 1205‬‬

‫”ګرانې مورې! ډیره مې یادیږې‪ ،‬درۍ میاشتې کیږي‬


‫چه له تا جال شوی یم‪ .‬زه نپوهیږم چه دا ځای څه نومیږي‬
‫مګر لور تر لوره ټول غرونه راڅخه چارپیر دي‪.‬‬
‫مورجانې! وړه خور مې ښه ده! خپله وړه خور مې‬
‫یادیږي‪ .‬وړه خور به مې له ماسره غونډیو ته تلله‪ ،‬خپل‬
‫وري به مو پوول‪ .‬رښتیا هغه برګۍ میږې ورۍ زیږولی‬
‫دی؟ پرون شپه مې خپل پالر په خوب لید‪ .‬خو څه وکړم‬
‫قبر ته ئې دوعا کووم‪.‬‬
‫هاغه هاغه ده‪ ،‬تورم ووهل شو‪ .‬زما دا ملګری وائی چه نور‬
‫نشم نوشته کولی‪ .‬عسکران میداني ته ټول په منډه ټولیږي!‬
‫ای خدایه ! مونږ به اوس بیا چیرته بیائي؟ آه مورې …‪."!.‬‬
‫دلته کاغذ څیرې شوی وو‪.‬‬
‫یوه بله خاطره چه د کمونستي اقتدار څهره ښکاره‬
‫کوي‪ .‬بله ورځ یوه لویه ډله اسیران چه تسلیم شوي وو او‬
‫تسلیم شوو ته ډیر کومک "پخپله وسه" د قام له خوا په نظر‬
‫کې نیول شوي وو‪ .‬مګر لدغې ډلې جال یو عسکر چه‬
‫عجیبه کیسه یې وه‪ .‬د پیچ د درې په پړانګ نومول شوی‬
‫ځوان "مدا خان" اوس اوس خط وبریت د قام مدافع‬
‫‪1056 of 1205‬‬

‫جنګیالي په قد لوړ‪ ،‬نری وجود لکه پړانګ هوښیار او با‬


‫استعداده ښکلی او قوي‪ ،‬د غرو بچي‪ .‬همدا "مدا خان"‬
‫نومي ماته په ښکلې مسکا یو فارسي ژبی د بلخ د والیت‬
‫اوسیدونکی خامکی ځوانکی راووست‪ .‬چه " ‪ ...‬فالنی‬
‫صاحب! د دغه په فارسي ژبه نپوهیږم او دا هلک په پښتیو‬
‫ژبه نپوهیږي‪ ،‬ته صاحب‪ ،‬پوښتنه ترې وکړه چه څه غواړي‬
‫؟ ‪ !" ...‬ما هغه اسیر په خپله غیږ کې ټینګ په ستړی‬
‫مشې ونیوو او خواته مې کشیناست په ډار ډار ئې ټول‬
‫وجود لړزیده‪ .‬نو ویې ویل چه‪" :‬صاحب ! مونږ ته به هره‬
‫ورځ د درس په وخت یو صاحب منصب ویل چه‪ :‬دغه‬
‫کسان چه نن له موږ سره جنګیږي‪ ،‬دا خلک انسانان ندي‪،‬‬
‫بلکه د دغو غرونو ځانوران دي‪ .‬او خوراک ئې زمونږ او‬
‫ستاسې غوښې دي“‪ .‬نو زه به ډاریدلم‪ .‬مونږ په شپو شپو‬
‫محاصره وو‪ .‬نو ما به د شپې له ډوډۍ څخه یو څپک وچه‬
‫ډوډۍ پټه په خپل جیب کې ساتله‪ .‬چه کله چه دغه کوم د‬
‫غره ځانور ماته نژدې شي‪ ،‬نو زه به دغه ډوډۍ ورکړم چه‬
‫زما په ځای دغه ډوډۍ وخوري! پرون شپه کله چه د‬
‫غونډۍ په سر زمونږ په نظامي مورچې دغه ځوان راوخوت‪،‬‬
‫‪1057 of 1205‬‬

‫نو په زارۍ مې ورته وویل چه‪" :‬مرانه‪ ،‬نه نه‪ ،‬مرا نه‪ ،‬این‬
‫نانه بخو…“‪.‬‬
‫مداخان ویل چه کله زه په سنګر ورننوتلم‪ ،‬نور څلور‬
‫نفره پراته وو لګیدلي وو مړه شوي وو‪ ،‬مګر ما همدغه‬
‫عسکر ته وویل چه تسلیم شه‪ .‬ده خپل جیبونه په‬
‫وراخطائي لټول او نان نان ئې ویل‪ .‬ما ګمان وکړ چه بم‬
‫به ورسره وي‪ .‬مکر کله ئې چه له جیب نه الس راووت د‬
‫بم په ځای ډوډۍ ورسره وه…“‪.‬‬

‫دا د کنړ د افسانې په نوم د کتاب او د خاطرو څو واړه‬


‫مثالونه دي چه روسي مشاورینو خلقیانو ته د غونډیو په‬
‫حاکمو نقطو او پاس سرونو کې د "مثلث" په څیر قوي‬
‫قوي مورچې جوړیکړې وې چه لورترلوره د نورو غونډیو په‬
‫سرونو جوړو شوو مورچو به د یو او بلی غونډۍ نظامي‬
‫نظارت هم په غاړه درلود‪ .‬چه دوه نومونه ئې دا اوس زما په‬
‫ذهن کې پاته دي چه یوه غونډۍ "ټنټیل" نومیدله او د بلې‬
‫غونډۍ نوم "بوټۍ" وو‪.‬‬
‫په مجلس کې د یو ښکلی ځوان په الس کې یو توپک زما‬
‫دقت جلب کړ‪ .‬ځوان ته مې وویل چه "دلته راشه توپک‬
‫‪1058 of 1205‬‬

‫راکړه!“‪ .‬توپک ئې راکړ‪ .‬نوی توری یولس ډزی "سه‬


‫صدوسه ُبر" توپک وو‪ .‬مګر په مجلس کې یو چا راته وویل‬
‫چه "فالنی صاحب! ته پوښتنه ترې وکړه چه دا ئې له‬
‫کومه کړی دی؟“‪.‬‬
‫کیسه ئې وکړه چه‪" :‬مونږ نوی جنګ چه کله پیل کړ‬
‫نو زمونږ ډیرو وسلې ندرلودلې‪ .‬جنګ نوی وو او دښمن‬
‫همدا توپک درلودل‪ .‬نو صاحب! کله چه د کلي د ځوانانو‬
‫په منځ کې خبره د جنګ د سیالي او د پښتیو او د غیرت‬
‫شوله‪ ،‬چه د کلي پیغلو به د جنګ د شپې په هغه سبا د‬
‫اوبو د ګُدر په غاړه په ډیر فخر له یو او بل سره ویل چه‪:‬‬
‫”زما ورور له دښمن څخه د دښمن د الس توپک راووړ!“‪.‬‬
‫دا به د ټول کلي افتخار هم وو‪ .‬کرار کرار کلي له کلي‬
‫سره او قام له بل قام سره په همدغه سیالي د زړه له تل نه‬
‫تړل شوي وو‪ .‬ما یو تبر درلود چه کله د دښمن په مورچې‬
‫په غونډۍ وروختلو‪ ،‬نو ځای مې په نښه کړ چه له هغه‬
‫ځای نه د توپک ډزونه بې سوره وو‪ .‬زه پوه شولم چه د دغه‬
‫عسکر زړه اوړ دی او د توپک په نښه هم چندان نپوهیږي‪.‬‬
‫کله چه په سینه مې ځان ورورساوو‪ ،‬د دغه توپک خوله‬
‫‪1059 of 1205‬‬

‫څلور ګوتې ئې بهر له سوروي نه راوتلی وو‪ .‬سمدالسه مې‬


‫راکش کړ او بیرته مې دننه په سنګر ورخیز کړل‪ .‬خو ومې‬
‫لیدل چه نور څوک ژوندي نه وو پاته‪ .‬هغه عسکر مې اسیر‬
‫راووست د خپل قام مشرانو ته مې وسپاره…“‪.‬‬
‫دا قامي سیالي او د څلورو قامونو د مشرانو تر خپلو‬
‫منځو د دښمن په سنګر د استقامت په ټاکلو چه په دښمن‬
‫به له څلورو خواوو د هر قام ځوانان ورختل په پچه وټاکل‬
‫شو‪ .‬چه له شمال څخه د دغو څلورو قامونو له جملې څخه‬
‫د "ودیر" د قام ځوانان به ورخیزي‪ ،‬له شرق څخه به د‬
‫”ګربز“ د قام‪ ،‬له غرب څخه د ” َمسودو" د او د غونډی له‬
‫شرقي ملنې به د څلرم قام د ”نورستاني“ قام ځوانان‬
‫وروختل‪.‬‬

‫دا زمونږ قامي پیژنه ده‪ ،‬چه مونږ ډیر ښه څه هم لرو‪ ،‬مګر‬
‫که مونږ ته بیرته پریښودل شوي وای او عربي اسالم په‬
‫مونږ کې د دین او د خدای په نوم مداخله کړې نه وای‪ .‬زه‬
‫پوره ایمان لرم که اسالم په خدای ایمان درلودلی او که د‬
‫دین او عقیدې په پاک معنویت تړل شوي وای‪ ،‬نه به ئې‬
‫‪1060 of 1205‬‬

‫اسالم ته دین ویلي وو او نه به ئې هم خدای ته بیرته د‬


‫خدای د نوم د استثمارولو له الرې توهین کړی وو‪ .‬هم به‬
‫زمونږ په دننه کې پرتو ښو به هم رشد کړی وای‪ .‬مونږ به د‬
‫اسالم له ګمراه کونکو ذهنونو څخه به پاک او آزاد وو‪.‬‬

‫ما اکثره د پښتنو په سیمو کې د "خودبخودي" قیام پراخه‬


‫برخې ولیدلې‪ .‬د پکتیا د "برمل" په سیمه کې زه د هغه‬
‫ځوان میلمه شولم چه ما د سردار محمد داود خان د‬
‫جمهوریت په ملړي کال کې د یوې سیمې عالقه دار مقرر‬
‫کړی وو‪ .‬بیا د ثور د کودتا په راتلو برمل ته وتښتید او ځان‬
‫ئې له وژلو وژغوره‪ .‬مګر اوس ئې د خپل کور شپږ اوزې‬
‫پولې‪ .‬د هغې شپې په سهار ئې سپین ګیری پالر له‬
‫کراچی څخه راورسید چه په کراچي کې ئې خپله سترګه‬
‫عملیات کړې وه او ال ئې له سترګې پټۍ لیرې کړې نه وه‪.‬‬
‫او سمدالسه ئې احوال لیرې نژدې کلیوته واستاوو چه "د‬
‫ده په کور کې د قامي مشران جرګه شي‪ ،‬ځکه چه په‬
‫کابل کې کمونست رژیم ال هم ظاملتره شوی دی‪ .‬او ددې‬
‫احتمال پوره شته چه روسان هم ورسره په پوځي کومک یو‬
‫‪1061 of 1205‬‬

‫ځای شي او افغانستان د روسانو له خوا اشغال کړل‬


‫شي‪ .‬باید د یو قامي اتفاق په باره کې جرګه خپله فیصله‬
‫وکړي…“‪.‬‬
‫کوم څه چه مهم دی او غواړم چه دپښتنو د قامونو‬
‫خپل پښتني خوی په هغو ورځو کې وپیژنو داده چه؛ د‬
‫کابل کمونستانو د ظلمونو او په خلکو د کمونستانو د‬
‫تجاوزونو په ضد په همدې خاصه مرحله کې واقعا َ پښتانه‬
‫قامونه په خپلو خپلو سیمو کې په جرګو یو الس او متحد‬
‫شول چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬ال د شوروي پوځ افغانستان ته راغلی نه وو‪.‬‬
‫‪ .۲‬ال جهاد اعالن شوی نه وو‪.‬‬
‫‪ .۳‬او نه هم د اسالمي حزبونو خبره په منځ کې وه‪.‬‬
‫دا هغه شپې ورځې وې چه د کابل کمونستانو یوازې‬
‫د خلکو په وژلو پدې خاطر الس پورې کړی وو چه‬
‫خلک د ډارولو له الرې د دوی د کمونیزم منلو ته په‬
‫اطاعت مجبور کړي‪.‬‬
‫دا هغه شپې ورځې وې چه د افغانستان دشرقي او‬
‫جنوب او جنوب شرقي سیمو د پښتنو له قامونو څخه‬
‫‪1062 of 1205‬‬

‫ډیرې کورنۍ د پاکستان په لور مهاجر کیدو ته مجبوره‬


‫شوې وې‪ .‬هم قامي قیام ګرانو غوښتل چه خپل اوالدونه‬
‫پاکستان ته واړوي چه السونه ئې جنګ ته خالص پاته‬
‫شي‪.‬‬
‫له ما سره په کابل کې هزاره دوستانو احوال راکاوو‬
‫چه د افغانستان منځنۍ او غرنۍ سیمه چه هزاره قام‬
‫پکې میشت وو‪ ،‬ګام په ګام یې د کابل د کمونستانو له‬
‫پوځي واکمني څخه جارو کړه او خپله سیمه "بامیان‬
‫والیت“ یې آزاد کړ‪ .‬او هم ورسره مهاجرې کډې ایران ته‬
‫مخه وکړه‪ .‬چه پدې وخت کې ‪ ۱۳۵۸‬په ایران کې هم‬
‫بدلون راغلی وو او د ایران شاهنشاه له ایران څخه‬
‫خمیني“ په نوم د روحاني مشر پلویانو‬ ‫تښتیدلی وو‪ .‬د ” ُ‬
‫خپل اسالمي رژیم اعالن کړی وو‪.‬‬
‫یوازې د هندوکش د غرو شمال ته پرتو سیمو له‬
‫پاڅون څخه مې لیدنه ونکړه‪ .‬ځکه چه د "نورمحمد ترکي‬
‫او حفیظ اهلل امین" د واکمني په نژدې دوه کلنه موده کې‬
‫داسې ورځې په کابل کې او هم د دوو والیاتو د الرو په‬
‫سر راغلې چه مطلق کنترول‪ ،‬تاالشي‪ ،‬پوښتنې‪ ،‬نیول پکې‬
‫‪1063 of 1205‬‬

‫وو‪ .‬چه کله به په کابل کې د کوڅو مخې ته والړو خلقیانو‬


‫به یو نفر ودراوو چه "چیرته ځې! سند راکړه! د چا له ګوره‬
‫راغلې؟ کورته به ئې ګور ویل ‪ ...‬هغه نفر د څه کیده؟‬
‫کومې خبرې مو په کور کې کولې؟ ته پورته شه دې موټر‬
‫ته…“‪ .‬همدا پوښتنې د اوږدو الرو په سر والړو خلقیانو د‬
‫بسونو له سپرلیو هم کولې‪ .‬خصوصا َ چه ډیره مهمه وه هغه‬
‫دا وه چه که چا به په کابل کې یوه پاکه دریشي او نکټایي‬
‫تړلې وه‪ ،‬نو حتما َ به د "پورته طبقې" له سترګو ورته کتل‬
‫کیدل او د خلقي انقالب دښمن به ئې شمیره‪ .‬ځکه چه‬
‫ګویا دوی د "کشتې طبقې" د مزدورانو او کارګرانو‬
‫نمایندګي کوله‪.‬‬

‫زما یاد شي‪ ،‬کله چه زه له کوچیانو سره ووم‪ ،‬کوم چه‬


‫هغوی د مرکز له فشار الندې له مني موسم څخه مخکې د‬
‫پاکستان په لور مجبوري کوچ کولو ته اړ شوي وو او ما‬
‫لدوی سره پنځه شپې په اوږدو الرو او په مزله کې تیرې‬
‫کړلې‪ .‬چه کله پنځمه شپه د اوښانو کاروان خوست ته‬
‫ورسید او دا زما کوچیان دوستانو خصوصا َ د هر مزله په‬
‫‪1064 of 1205‬‬

‫پای کې د بل مزله د دمې په وخت کې د کوچیانو سپین‬


‫سرو ښځو له پوښتنو سره مخامخ کیدلم‪ .‬پدې پوره‬
‫پوهیدلم چه دا ټول افغانان که پښتانه وو‪ ،‬که فارسي ژبي‬
‫وو او که کوچیان وو ټول او ټول په شعوري او تحت‬
‫شعوري توګه پوره پوهیدل چه د کابل د کمونستانو له ظاملو‬
‫السونو سره به خامخا د روس السونه هم که نن وي که‬
‫سبا راښکاره شي‪ .‬کله چه زمونږ د پنځو شپو مزلونو او‬
‫خبرو لړۍ تر خوست پورې ورسیدله‪ ،‬سهار وختي د‬
‫ملانځه وخت وو‪ ،‬مخامخ یو میني بس موټر راښکاره شو‪.‬‬
‫زه له آس نه کوز شولم او میني بس ته مې الس ونیوو او‬
‫آس مې یو کوچي ته وسپاره‪ .‬دا زما آني فیصله وه چه‬
‫ځان بیرته کابل ته ورسووم‪ .‬یو شی د یادونې وړ ده چه د‬
‫مثال په توګه د هغه وخت د کابل د کمونستانو د تور‬
‫تعصب او د بې سوادي څهره څرګنده شي‪ ،‬هغه مثال‬
‫دادی چه‪ :‬کله مونږ د کوچیانو په کاروان کې لکه هره شپه‬
‫د شپې په دریو بجو پاڅیدلو او کیږدۍ به د ښځو او‬
‫نارینه په ګډو السونو ډیر ژر ونغښتل شولې‪ .‬اوښان به بار‬
‫کړل شول‪ .‬د کاروان په سر کې به زړو ښځو حرکت وکړ‪،‬‬
‫‪1065 of 1205‬‬

‫چه یوې خوا ته به واړه وري ورسره وو بله خوا به د خرو په‬
‫سر واړه هلکان او د بار په بله نیمایه کې چرګان تړل‬
‫شوي وو‪ .‬د نیمو شپو په تورو تیارو کې به د اوښانو‬
‫هسک اورمیږونه او پستې پوښې او بیا په سپیدو کې د‬
‫خرو د بار له سرونو د چرګانو آوازونه پیل شول‪ .‬په همدې‬
‫مزلونو کې کله چه د کاروان الره د آلتمور له تیرې څخه چه‬
‫یو لوړ غر وو او ال د "افغان ‪ -‬انګلیس" د ملړي جنګ په‬
‫وختونو کې یو نری سړک ددې کوتل په سینه کې تیر شوی‬
‫وو‪ .‬بیا د ‪ ۱۹۶۰‬کال په لسیزه دولت یو بل لوی او قیر‬
‫سړک له کابل څخه ګردیز ته جوړ کړ‪ .‬نو دا نری سړک له‬
‫یاده اووت! کاروان د ګردیز په لور په پاخه او پراخ سړک‬
‫کې چه کله ګډ شو‪ ،‬نو د خلقي کمونستانو ځوړند‬
‫ستالیني بریتونه او ټانګونه هلته لیرې په تاالشي والړ وو‪،‬‬
‫چه کوچیان آیا په خپلو بارونو کې توپک لري که نه؟ خو‬
‫مخکې له مخکې یوه سپین سرې کوچۍ زما د آس مخې‬
‫ته ځان په بیړه راورساوو‪ .‬زما له سره ئې زما وریښمینه‬
‫لونګی واخستله او د خپل زوی شکیدلی پټکی ئې راکړ‪ .‬او‬
‫هم ئې د یو بل ځوان کوچي له ځانه د هغه زوړ د سنیو‬
‫‪1066 of 1205‬‬

‫کوڅَو هم راکړ او ما واغوست‪ .‬ددې کوچۍ مور پدې تدبیر‬


‫هغه وخت پوه شولم چه کله له خوست څخه په هماغه میني‬
‫بس کې ما ځان ګردیز ته راورساوو چه هدف کابل وو‪ .‬ما‬
‫د کابل د موټر هډې ته پیاده ځان رساوو‪ ،‬چه پدې وخت‬
‫کې د پکتیا یو اوسیدونکی په پاکو کالیو او نوو څپلیو او‬
‫نوې لونګۍ ځان کومې خوا ته رساوو چه له ما نه لږ تیر‬
‫شو‪ .‬نو د ټانګ مخې ته د والړو خلقیانو غږ وشو چه "ته‬
‫دلته راشه!“‪ .‬ما ګمان وکړ چه ماته وائی‪ ،‬الکن هدف‬
‫هماغه ځوان وو‪ .‬په تحقیر ئې مخاطب کړ چه "اوهو‬
‫فیوډاله ! چیرې په خیر چیرې؟“‪ .‬او ټانګ ته ئې وخیژاوو‪.‬‬
‫چه په هغو شپو ورځو کې دا د یو حتمي مرګ نښه وه چه‬
‫نورمحمد ترکی ال ژوندی وو‪ .‬کله چه کابل ته خپل کور ته‬
‫مې ځان ورساوو‪ ،‬زما مور په مشکل وپیژندلم چه یو زوړ‬
‫کوچی باالپوش او زړه شکیدلې لونګۍ‪ .‬اصالَ زه هماغې‬
‫کوچۍ مور د دښمنانو له سترګو ژغورلی ووم‪.‬‬
‫‪1067 of 1205‬‬

‫دا ډیره مشکله ده چه که د هغو بحراني ورځو او د‬


‫وحشت شپو مرحله چا لیدلې نه وي‪ ،‬نو انسان وکړای‬
‫شي چه تش د یوې ورځې په سلهاوو د نیولو د مرګ او‬
‫ډار صحنې ولیکلی شي او یا ئې سم تصویر ورکړی شي‬
‫او یا د لیکلو حوصله ولري‪.‬‬
‫لدغو مثالونو څخه چه پاس ولیکل شول اصلي مطلب‬
‫دادی چه‪:‬‬

‫‪ .۱‬د کابل د کمونستو خلقیانو هغه وحشت چه د وحشت‬


‫نوم ال ترې شرمیږي‪،‬‬
‫‪ .۲‬د خلکو خودبخودي قیام‪ ،‬قامي اتفاق‪.‬‬
‫‪ .۳‬د شوروي د پوځ تر راغوښتلو پورې د کابل د‬
‫کمونستي رهبري له نظامي تجاوزونو څخه د ډیرو سیمو‬
‫پاکي‪.‬‬
‫‪ .۴‬د داخلي کمونستانو د قدرت د رکود او شکست حتمي‬
‫او عملي نښې‪.‬‬
‫‪ .۵‬په پیښور کې د مهاجرو د کمپونو دننه د خوارو‬
‫مهاجرو په فقر د اسالمي احزابو تجارت او تبلیغ‪ ،‬پدې‬
‫‪1068 of 1205‬‬

‫مقصد چه له جهانیانو څخه دغو مهاجرو ته د کومک له‬


‫پیسو څخه د هماغواسالمي احزابو د رهبرانو غال‪.‬‬
‫‪ .۶‬دننه په قامونو کې د ډوډۍ له کموالي سره د راوالړ‬
‫شوي د "نس" نوي پرابلم څخه د اسالمي احزابو له خوا د‬
‫خپلو حزبونو په ګټه د فریب او منافقت د نامردي‪ ،‬نفاق او‬
‫غداري هلې ځلې‪ ،‬چه السونه ئې له پیسو څخه ډک شوي‬
‫وو‪ .‬مګر په هغه شرط چه ملړی به ئې د هغه اسالمي حزب‬
‫د غړیتوب او د تعهد حزبي کارت آخست‪.‬‬

‫حتی آن تر دې چه یوه ورځ‪:‬‬


‫یو ډیر ښکلی قامي ځوان د "شابازۍ" د غره د‬
‫جنګ په جبهه کې په پونده ولګید او زیاتې وینې ترې‬
‫بهیدلې‪ .‬یوازنۍ نیمه مجهزه شفاخانه چه د عملیاتو‬
‫ډاکترانو پکې برخه درلودله او له مختلفو ډاکترانو او‬
‫دواګانو څخه بهره منده وه‪ ،‬لږ لیرې وه‪ .‬زمونږ د ډلو له خوا‬
‫کله چه د بومي او وطني داروګانو له استعمالولو "لکه د‬
‫څیړۍ د ونو د پاڼو په سوزول شوو ایرو او د خولې په‬
‫نسوارو او هم د زړوکو له لګیدلي اور څخه پاته بقایاوو“‬
‫‪1069 of 1205‬‬

‫په استعمال‪ ،‬مګر چه کله وینه نه دریدله‪ ،‬نو قامي مشرانو‬


‫په ځولۍ کې واچاوو او د شفاخانې وره ته مو ورساوو‪ .‬په‬
‫وره کې والړو ګیروورو په ډیره نارحمي د زخمي له مور او‬
‫پالر او زمونږ له ټولو ډلې څخه پوښتنه وکړه چه‪:‬‬
‫که د اسالمي حزب "ګلبدین حکمت یار" حزبي کارت‬
‫درسره نه وي‪ ،‬نو بل چیرې ئې ویسۍ!! هغه ځوان زخمي‬
‫مازدیګری ناوخته ساه ورکړه‪.‬‬

‫که کمونستان ظالم وو او نارحمه وو‪ ،‬نو دغه‬


‫د اسالم پیروان هم ظالم او هم سخت نامرده وو‪ .‬دوی‬
‫هیڅکله قامي مشران‪ ،‬قامي جنګونه‪ ،‬قامي فیصلې او‬
‫آزاد ملي قیام او قیام ګران نغوښتل‪ ،‬چه هره سیمه د‬
‫دوی د قامي فیصلو له خوا آزاد کړل شي او خبره د ټول‬
‫وطن آزادي په قامي او ملي پریکړو وشي‪ .‬او له خارج‬
‫څخه راغلې پیسې او وسلې د اسالمي حزبونو له السه‬
‫اووځي‪ .‬نو دوی د اسالم او د دین تبلیغ ته زور ورکړ‪،‬‬
‫بیا وروسته وروسته چه کله ددې اسالمي احزابو السونه‬
‫له پوره راغلو پیسو څخه ډک شول‪ ،‬نو په ډاګه به دوی هم‬
‫تبلیغ او هم تهدید کاوو چه‪" :‬اسالم ته هم د کمونیزم له‬
‫‪1070 of 1205‬‬

‫خوا خطر راپیښ شوی وو او هم له ملي مستقلو قیامونو‬


‫او غږونو څخه هم اسالم په خطر کې لویدلی وو‪.‬‬
‫د ا کافي ده چه د سعودي عربستان له خوا دغو اخوانیانو‬
‫ته چه اسالمي حزبونه ئې په پیښور کې جوړ کړي وو د‬
‫مجموعا ً د ‪ ۴۰‬میلیاردو ډالرو ذکر وشي‪.‬‬
‫او بیا به ئې ویل چه؛ "الحمداهلل‪ ،‬د اسالم او د‬
‫مقدس جهاد او مجاهدینو په قربانیو دا ملي تالش او‬
‫غږونه له منځه والړ“‪.‬‬

‫***‬
‫‪1071 of 1205‬‬

‫د شوروي د قواوو راتګ…‬

‫کله چه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې قیامونه پیل شوي‬


‫وو‪ ،‬مګر دننه د کابل کمونستانو هم یو د بل په غوښو‬
‫خولې لګولې‪ .‬حفیظ اهلل امین د نورمحمد ترکي د وژلو‬
‫وروسته د نوموړي ډیر طرفداران په زندان کې واچول‪ .‬او‬
‫ځینې خو ئې ال ووژل‪ .‬حفیظ اهلل امین "‪ "۱۰۱‬ورځې په‬
‫اقتدار کې پاته شو‪ .‬دا ناروغ انسان یو د هغو احمقانو له‬
‫جملې څخه وو چه په خپل ځان کې ئې "بیرته خپل ځان‬
‫غولونکی" دښمن درلود‪ .‬پدې مانا چه خپلو طرفدارانو ته‬
‫ئې ځان هم "ملي" او هم "سوسیالست" قهرمان ښود‪ .‬او‬
‫بیا ئې هم خپلو نژدې نظامي او کمونستي پلویانو ته تش‬
‫په خوله ځان د ماسکو له کمونستي برالسي څخه د یو‬
‫آزاد سوسیالست انقالبي په توګه معرفي کاوو‪ .‬مګر لکه‬
‫نورمحمد ترکی‪ ،‬ده هم په همدې شپو او ورځو کې ئې‬
‫ماسکو ته د نظامي قوتونو د را آستولو زارۍ کولې‪.‬‬
‫دداسې یو خام کرکتر لرونکی یو شاهد خپله زه ووم‪.‬‬
‫‪1072 of 1205‬‬

‫پدې مانا چه د جدې په ملړیو ورځو کې کال ‪/۱۳۵۸‬‬


‫‪۱۹۷۹‬م‪ ،‬تقریبا ً ټوله ملړۍ هفته د شوروي پوځونو په ډیرو‬
‫درنو طیارو‪ ،‬نظامي وسایل او کوماندیي قواوې دشپې له‬
‫مخې په کابل کې کوزول‪ .‬د کابل اوسیدونکو‪ ،‬خصوصا ً‬
‫هغه ښاریان چه د کابل په شرقي برخه کې اوسیدل د‬
‫درنو طیارو له زړه ویرونکو غږونو له السه د شپې خوب‬
‫نشو کوالی‪.‬‬
‫دا په هغو ورځو کې وو چه حفظ اهلل امین عام او تام د‬
‫کمونیستي دولت اقتدار په الس کې نیولی وو‪ .‬نو دا‬
‫همدغه حفیظ اهلل امین وو چه امر ئې وکړ چه‪" :‬په کابل‬
‫باندې له سرحدونو له ها خوا څخه حمله کیږي‪ ،‬د کابل‬
‫ټول خلک د خبر وي! باید تاسې د خپلو کورونو پردې‬
‫وتړئ او برقونه مړه کړئ! ‪ .”...‬له سرحد نه ها خوا مقصد‬
‫”پاکستان‪،‬امریکایان او ټولو ارتجاعي قوتونو ته اشاره وه‪.‬‬
‫تر دې مودې حفیظ اهلل امین په کابل کې د شوروي‬
‫اتحاد سفیر پدې دلیل له کابل څخه شړلی وو چه‪ ،‬دده‬
‫سرسختو مخالفینو ته ئې په خپل سفارت کې د پناه ځای‬
‫ورکړی وو‪ .‬نو دا کار د ماسکو په زړه اور لګولی وو‪ .‬چه‬
‫د امین له وژلو څخه یې ژغورلي وو او بیا هماغه سفیر‬
‫‪1073 of 1205‬‬

‫ماسکو ته په ډیر مخفي شکل انتقال کړل‪ .‬مګر امین‬


‫خپلو پلویانو ته له بلې ژبې دا تبلیغ وکړ چه‪" :‬ګورئ چه‬
‫زه یو ملي واقعي سوسیالست قهرمان یم…“‪.‬‬
‫امین همدغه په خپل ځان کې بیرته خپل ځان غولونکی‬
‫دښمن درلود‪ ،‬چه د پښتیو یوه لنډۍ د امین دا خام کرکتر‬
‫د ماسکو د بادارانو په وړاندې پوره افاده کوي‪:‬‬

‫په خوله به جنګ درسره وکړم‬


‫له بڼو الندې به زاری درته کومه‬

‫عینا َ همدا خبره وه‪ .‬لکه څرنګه چه بیا د شوروي اتحاد له‬
‫ړنګیدو وروسته ډیر پټ سندونه او ماخذونه د مطبوعاتو‬
‫میدان ته راووتل‪ .‬چه د شوروي یو نظامي او د "کې جې‬
‫بي“ یو غړی د امین د وژلو ټول داستان ولیکه‪ .‬د هغه‬
‫داستان د سلسلې په یو پراګراف کې دا مطلب د پند وړ‬
‫موضوع ده چه‪ :‬د دارالمان قصر د شوروي د نظامي‬
‫خاصو قواوو له خوا محاصره شو‪ ،‬کوم چه دا قواوې کابل‬
‫ته په هماغو هوایي عملیاتو کې نوي راغلي وې‪ .‬د‬
‫شورویانو مخصوص تربیه شوي کوماندو چه د الفا په نوم‬
‫‪1074 of 1205‬‬

‫یوه برخه هم پکې وه‪ ،‬په ډزو ئې پیل وکړ‪ .‬مګر مخکې له‬
‫کوماندوئي عملیاتو نه‪ ،‬په هغې ورځې د کي جي بي په‬
‫پټ الس د ډوډۍ په دیګ کې یوه دوا ګډه کړل شوله‪ ،‬چه‬
‫امین خپل ځینې وزیران دارالمان قصر ته د یوې جلسې‬
‫لپاره راغوښتي وو‪ .‬په نتیجه کې له پاخه شوي ”آش" څخه‬
‫وزیرانو زهر چه کله وخوړل‪ ،‬نو دوه عوارض ډیر ژر ښکاره‬
‫شول‪ .‬یو‪ :‬دوی له ملنې شول‪ ،‬دوهم ګنګس په خوب شول او‬
‫له حاله ووتل! مګر د ډزونو په نژدیکیدلو سره امین چه کله‬
‫لږ په هوش شوی وو‪ ،‬له خپل نژدې پلوي څخه ئې پوښتنه‬
‫وکړه چه‪” :‬آیا دښمن رارسیدلی دی چه د قصر په ملړي‬
‫پوړ کې دا درانه ډزونه دي؟“‪ .‬ګران ملګري ئې ځواب ورکړ‬
‫چه‪" :‬نه امین ملګرې! دا زمونږ د دوستانو د شوروي د‬
‫کوماندو خیانت دی چه له مونږ سره ئې وکړ!“‪ .‬پدې حالت‬
‫کې "امین" د میز په سر سګرټ داني واخستله او په خپل‬
‫نژدې یاور او ملګري ئې پدې خبرې ګذار وکړ چه‪" :‬ته‬
‫څرنګه زمونږ دوستانو ته د خائن خطاب کوې ها؟“‪ .‬څو‬
‫دقیقې وروسته چه د قصر برق له منځه تللی وو او هره‬
‫خوا د شپې تیاره وه‪ ،‬په قصر کې قیامتي ډزونه کیدل‪ .‬چه‬
‫‪1075 of 1205‬‬

‫بالخره د قصر د مدافعینو د ماشیندارو مرمۍ خالصې‬


‫شوې وې او د دواړو ډلو له خوا زیات مړي د قصر په زینو‬
‫کې پراته وو‪ .‬پخپله د "الفا" کي جي بي کوماندو مشر څو‬
‫ځایه په مرمۍ لګیدلی وو‪ .‬د شوروي د کوماندو او د کي‬
‫جي بي مختلفې ډلې چه هره ډله په خپلو حرکاتو د خپلې‬
‫ډلې د مشر له رهبري الندې عملیات کول او د یو او بل له‬
‫شناخت څخه لیرې روزل شوو ډلو له خپل خپل ځایه‬
‫عملیات سرته رسولي وو‪ .‬پاس د قصر پوړ هغه ځای ته‬
‫چه "امین" پکې وو رسیدلي وو‪“.‬امین" وویشتل شو او ویل‬
‫کیږي چه مړي ئې د قصر نژدې د یو غونډۍ په بیخ کې‬
‫ښخ کړل شو‪.‬‬
‫د دغو کماندو د ډلې له جملې څخه یو نظامي په‬
‫خپلو خاطرو کې لیکي چه‪" :‬کله تپه تیاره وه او په قصر‬
‫کې الس تر السه نه لیدل کیده‪ .‬هره خوا مړي پراته وو چه‬
‫د تیرو شیبو د شدید فیرونو له مرمیو د توندو غږونو ځای‬
‫پدې تیارې کې د مرګ خاموشي نیولی وو‪ .‬لکه داسې چه‬
‫ساه په سینو کې بندې وې‪ ،‬چه ناڅاپي یو آواز د قصر د‬
‫پاسني پوړ الندې د لفت بیخ نه په داسې حساسو شیبو‬
‫‪1076 of 1205‬‬

‫کې واوریدل شو چه زمونږ د هر کوماندوئي ملګري غوږونو‬


‫څار کاوو چه کوم څوک به ممکن ژوندی پاته شوی وي‪ .‬او‬
‫چه په مونږ حمله ونکړي‪ ،‬نو په هماغه پام په ډیر سرعت د‬
‫هغه آواز په لور مو ماشې کش کړلې‪ .‬د مرمیو له آواز نه‬
‫په خاموشي کې یو قیامت جوړ شو‪ .‬مګر چه کله ډزونه‬
‫غلي شول‪ ،‬د لفت له بیخ ځای نه یوې پوشۍ په وحشت‬
‫زده حالت تونده منډه وکړه‪ .‬دا یوازې هماغه پوشۍ وه چه‬
‫ژوندۍ پاته شوې وه…“‪.‬‬

‫شورویانو هغه امین وژلی وو چه ددوی لپاره دوه مخی وو‪.‬‬


‫شورویان خبر وو چه "امین" هم له امریکا او هم له‬
‫پاکستاني چارواکو سره پټې اړیکې درلودلې‪ .‬مګر نه د‬
‫صمیمت په اساس‪ ،‬بلکه شورویانو ته ئې له امریکائی‬
‫امپرویالیزم څخه د نفرت لرلو خبره کوله‪ .‬چه څو موده‬
‫مخکې امریکائی سفیر په کابل کې د "ستم" نومي حزب‬
‫له خوا اختطاف شو چه د ستم د حزب مشر "موالنا باعث"‬
‫کمونستانو نیولی وو‪ ،‬د هغه د خالصولو په بدل کې ئې د‬
‫سفیر د خالصولو شرط وړاندې کړ‪ .‬مګر د "امین" په‬
‫‪1077 of 1205‬‬

‫فرمان چه ال نورمحمد ترکی ژوندی وو‪ ،‬د کابل په هوټل‬


‫کې هم اختطاف کونکي او هم د امریکا سفیر په ګډه ټول‬
‫په ډیره نارحمي د مرمیو له باران الندې ووژل‪ .‬ورسره‬
‫"امین" کوشش کاوو چه امریکایانو ته په مستقیم او یا‬
‫غیر مستقیمه توګه خپل ګویا "پټ راز" ورسوي چه "زه د‬
‫ماسکو د کمونیزم باداري نه قبلوم او که سوسیالستي‬
‫رژیم هم جوړ کړم‪ ،‬نو د امریکا منافعو ته به هیڅ وخت د‬
‫ضرر رسولو شرطونه برابر نکړم‪ .‬بلکه کرار کرار به د‬
‫ماسکو له سلطې او له واکمني څخه ځان لیرې کړم او زه‬
‫به د امریکا کومکونو ته ترجیح ورکړم‪ .‬هم به د پاکستان له‬
‫چارواکو سره د سولې او د نه مداخلې دوه جانبه معاهده‬
‫امضا کړم ‪ .“! ...‬مګر دا د "امین" د فریب کاریو عبث‬
‫خوبونه وو چه یوازې د خپل ځان په دننه کې ئې پروت‬
‫"قهرمان او د فلم هلک" د شهرت غالم وو‪ .‬چه په همدې‬
‫الر کې ئې سختې وژنې وکړې او بیرته خپل کړي ټول‬
‫جنایتونه یې په نورمحمد ترکي ورواچوول‪.‬‬
‫‪1078 of 1205‬‬

‫کله چه نن له هغو شپو ورځو ‪ ۲۵‬کاله تیریږي او بیا هم‬


‫چه کله د رادیو ګانو له خوا په جوړ شوي "ګردي میز" د‬
‫تبصرو په ترڅ کې چه ال له هغو کسانو پوښتنه کیږي‪ ،‬کوم‬
‫چه دا کسان د کابل د کمونستانو د ‪ ۱۴‬کلونو د اقتدار د‬
‫مودې قاتالن وو‪ .‬د وزارتونو په مقام کې وو او نن په غربي‬
‫هیوادونو او یا ماسکو کې ژوند کوي‪ ،‬ال ژوندي دي‪.‬‬
‫پوښتنه چه‪” :‬آیا شوروي پوځ د جدې په شپږمه ولې په‬
‫افغانستان تجاوز وکړ؟“‪ .‬او "امین ولې نورمحمد ترکی‬
‫وواژه؟“‪ .‬نو دا ژوندي پاته قاتالن ځواب ورکوي چه‪" :‬ټوله‬
‫ګناه په شورویانو کې وه!“‪ .‬ځواب ورکوي چه؛ "د‬
‫شورویانو پټ پالن د افغانستان د اشغال پالن وو!“‪ .‬یا‬
‫ځواب ورکوي چه؛ ”مونږ هیڅ خبر نه وو!“‪ .‬یا دا ځواب‬
‫چه؛ "دا شورویان وو چه د امین او نورمحمد ترکي تر منځ‬
‫ئې ملړی نفاق راووست او بیا ئې امین پدې خاطر وواژه‬
‫چه هغه یو ملي قهرمان وو او نه ئې غوښتل چه‬
‫افغانستان د ماسکو له باداري الندې وي!“‪ .‬یا وائي چه؛‬
‫"امین خبر نه وو چه دا په خپل سر وژنې څوک کوي او د‬
‫ثور له کودتا څخه بیا د امین تر واکمني پورې دا وژنې آیا‬
‫‪1079 of 1205‬‬

‫چا کړې وې! ‪ .“..‬خصوصا َ چه لدوی نه دا پوښتنه وشوه‬


‫چه‪" :‬آیا له خپلو کړو وړو به تاسې معذرت وغواړئ؟“‪ .‬په‬
‫یو خلقي چه په کمونستي رژیم کې د مالیې وزیر وو او‬
‫اوس په لندن کې اوسیږي‪ ،‬په خټه هزاره "کریم میثاق“‬
‫باندې دا خبره ډیره بده ولګیده‪ .‬بیا ئې په یوه خواشینې او‬
‫توهین آمیزه تبسم وویل چه؛ "که وخت ئې راشي ‪.“! ...‬‬
‫او هماغه ”هراتی قادر“ له ماسکو نه ځواب ورکړ وویل‬
‫چه‪” :‬دا زه ووم چه ګرونیکو او نورو کمونستي رهبري‬
‫چارواکو ته مې وویل چه‪ ،‬تاسې خپل پوځ له افغانستان‬
‫څخه وباس”“‪.‬‬
‫کله چه ما دا ځواب د "قادر" له خولې نه واورید‪ ،‬نو هغه‬
‫منظره مې سترګو ته مخامخ ودریدله چه کله نوموړی د‬
‫دفاع وزیر وو‪ .‬له هغو لوړ رتبه څو کسانو سره یو ځای‬
‫ماسکو ته وغوښتل شول او چه مونږ د کابل له تلویژن‬
‫څخه لیدل‪ .‬برژنف دوی ته د "صداقت" او د "شهامت"‬
‫مدالونه ورکړل‪ .‬په خپل الس ئې ددوی په سینو چه کتار‬
‫والړ وو وټومبل‪ .‬او کله چه په هماغه لیکه کې والړ نوبت‬
‫همدغه قادر نومي ته راورسید‪ ،‬هغه صحنه چه چا لیدلې‬
‫‪1080 of 1205‬‬

‫ده هیره شوې به یې نه وي‪ ،‬چه دا د افغانستان په خلکو‬


‫د وژلو د فرمان صادرونکي پړانګ‪ ،‬مګر د برژنف مخې ته‬
‫څرنګه لکه یو ګیدړ په غالمي او عاجزي یو ګام نژدې شو‪،‬‬
‫چه په سینه ئې د کړو جنایتونو په افتخار د شرم او‬
‫خیانت بادورۍ وټومبي‪.‬‬
‫دوی چه په خلق او پرچم ګوند منسوب وو او بیا په‬
‫خلق ګوند کې په "نورمحمد ترکي" او په "حفیظ اهلل امین“‬
‫تړل شوي وو‪ ،‬مګر تر خپلو منځو دښمنان وو‪ .‬ال هم په‬
‫هماغه دښمني یې وروسته له ‪ ۲۵‬کلونو په مهاجرت کې‬
‫هماغه ژبې ښورولې‪ .‬بیا هم دوی له خپلو احزابو نه پرته‬
‫یوه ال هم د وطن نوم یاد نکړ‪ .‬یوه ال هم په خپلو کړو‬
‫جنایتونو او خیانتونو د اعتراف او د اخالقي وجدان غږ‬
‫پیدا کړی نه وو‪ .‬او د ‪ ۲۵‬کلونو په تیریدو سره سره د‬
‫وجدان غږ پکې پیدا شوی نه وو‪.‬‬

‫‪ ۲۵‬کاله پخوا د دغو کمونستانو د ‪ ۱۴‬کلنې اوږدې‬


‫مودې د جرمونو په واکمني کې‪ ،‬چه خصوصا َ د کابل‬
‫اوسیدونکو باندې هومره د مرګ او تاالشیو او زنداني کولو‬
‫‪1081 of 1205‬‬

‫او د شکنجو ورکولو درد ډیر شو‪ ،‬چه له کوره دکان ته‬
‫وتونکي کس بیرته کورته د راستنیدلو امید ورک شوی وو‪.‬‬
‫معلوم به نه وو چه څه شو؟ هم به چا پوښتنه کولی نشولی‬
‫او پوښتنه کونکی به هم ډیر ځله الدرکه شو‪.‬‬
‫نو زما یاد شي چه د هغو ورځو د یاداشتونو په لیکلو‬
‫مشغول ووم‪ ،‬د یو کتاب په یو ځای کې ماته دا پوښتنه‬
‫پیدا شوې وه چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬آیا دا کمونست شوی افغان له کمونست کیدو مخکې‬
‫اخالقا َ دومره کمزوری وو چه کمونستي ومني؟‬
‫‪ .۲‬او که نه چه کمونست شو نو ئې خپل وجدان له یاده‬
‫ووت‪ ،‬ړوند شو چه د څه لپاره څوک وژني؟‬
‫‪ .۳‬یا دا چه دوی د خپلو رهبرانو د خودخواهیو قرباني‬
‫شول او السونه ئې په وینو ککړ شول‪ .‬چه اوس بله د‬
‫نجات الره نلري پرته لدې چه خپل په وینو ککړ السونه د ال‬
‫زیاتو وینو په تویولو پریمینځي؟ ځکه چه نور په خپلو خپلو‬
‫سیمو او په هغو قامونو کې ځای نلري‪ .‬چه دوی د هماغو‬
‫سیمو خلک ووژل او بیرته خپلو قامونو کې د ژوند کولو‬
‫ځای نلري!؟‬
‫‪1082 of 1205‬‬

‫‪ .۴‬پدوی کې ډیر داسې ځوانان هم وو چه د خپل وطن د‬


‫عزت او آبادي غوښتونکي وو‪ .‬له ‪ ۲۰۰‬کلنې پاچاهي څخه‬
‫د اوبو والړ ډنډ جوړ شوی وو او دا غوښتنه وه چه دا والړ‬
‫ډنډ نور باید وبهیږي‪ .‬وطن ته د آبادي نوې تاریخي مرحله‬
‫راشي‪ .‬مګر دوی د خپلو رهبرانو د پټ فریب او پټو پالنونو‬
‫په لومو کې ولویدل او ځوان آرمانونه یې خاورې شول‪.‬‬
‫دوی هم پدې حقیقت نپوهیدل چه د کمونیزم له وژنکو‬
‫وسایلو څخه د وطن د عالي اهدافو آرمانو ته رسیدلی‬
‫نشو‪ .‬دوی دومره سواد او منطق ندرلود چه که هدف‬
‫مقدس وي‪ ،‬الکن دغه مقدس هدف ته د جنایتونو له الرې‬
‫او د جرمونو له وسایلو رسیدلی نشو! دا ځکه چه مقدس‬
‫مطلب خپلې مقدسې وسیلې باید ولري"! دا وسیلې دي‬
‫چه هدف ټاکي‪ .‬که وسایل د خشم او د انتقام وي‪ ،‬نو بیا‬
‫مقدس هدف دا رنګه د ګناه وسایل ردوي‪.‬‬
‫‪ .۵‬خو دا هم د ‪ ۱۴‬کلونو تجربو وښودله چه‪ :‬د "شخصې‬
‫انتقام انګیزو"‪" ،‬شخصې خودخواهیو"‪" ،‬قامې دښمنیو“‬
‫او په سینو کې پاته د پیړیو میراث او په افغانانو کې پاته‬
‫د متجاوز خوی علتونو‪ ،‬ورسره د مالیانو او اخوانیانو د‬
‫‪1083 of 1205‬‬

‫نوې نسل په افکارو او آرزوګانو د دین په نوم له پیړیو پاته‬


‫حاکمیت او د فشار د نه منلو‪ ،‬د تعویذونو‪ ،‬د جادو او‬
‫پریانو له تیارو څخه علمې پوهې ته وتل‪ ،‬دا ټول په واقعیت‬
‫کې د ګمراهې مجموعه وه چه تجربه شوله‪.‬‬

‫الف ‪ -‬اصالَ د ثور کودتا چه په "خلقي انقالب" یاد شو‪ ،‬نه‬


‫د ماسکو په پالن کې وو او نه ئې هیڅ پکر پرې کړی وو‪.‬‬
‫دا د "خلق انقالب" حادثه په واقعیت کې په ماسکو تحمیل‬
‫شو چه ننګه ئې وکړي‪ .‬شوروي اتحاد که د افغانستان یو‬
‫نژدې همسایه وو‪ ،‬ورسره ئې غوښتل چه یو سوسیالستي‬
‫دوست هم وي‪ .‬مګر پدې فرق چه د شوروي اتحاد په پکر‬
‫او پالن کې د افغانستان سوسیالیزم یو تدریجي حرکت‬
‫او په اوږدو کلونو کې د سوسیالیزم د شرطونو له راتلو‬
‫سره په پام کې نیول شوی وو‪ .‬نه چه داسې یو په یو د‬
‫افغانستان له دننه څخه "د سوسیالیزم" د اعالن غږ‬
‫واوري‪ .‬دا غږ ماسکو ته زیری نه وو‪ ،‬بلکه یو غم وو‪ ،‬چه‬
‫ناڅاپي ورسره مخامخ شو‪ .‬ماسکو ته مشکله وه چه د‬
‫”حفیظ اهلل امین“ دا خبره ومني‪ ،‬چه ویل یې؛ "مونږ به‬
‫‪1084 of 1205‬‬

‫سوسیالیزم د دریو کلو په موده کې په افغانستان کې‬


‫پیاده کړو ‪ !"...‬ځکه چه افغانستان یو وروسته پاته هیواد‬
‫وو چه د اقتصادي کوم مهم تولیدي او بنیادي هغه څه ئې‬
‫ندرلودل چه خپل خلک ئې له خپل داخلي تولید او تجارت‬
‫نه په نیم نس ال ماړه شوي وي‪ .‬هرڅه هرڅه ئې په‬
‫وارداتو تړل شوي وو‪.‬‬
‫ب ‪ -‬دا واقعیت باید پټ پاته نشي چه دا نورمحمد ترکی‬
‫وو چه له ماسکو نه ئې په ملړي ځل د هغو د عسکرو‬
‫غوښتنه وکړه‪ .‬نورمحمد ترکي په دومره زیات تاکید او‬
‫زاریو له ماسکو څخه د شوروي د پوځ غوښتنه تکرار په‬
‫تکرار وکړه‪ ،‬چه حتی "برژنف" وروسته له هغه ځان ترې‬
‫پټ کړ‪ .‬که د ماسکو د کمونست حزب لوړ رتبه کسانو‬
‫ترکي ته هر څومره وویل چه‪" :‬شوروي له غرب سره په‬
‫ساړه جنګ کې د "دیتانت" په مسله لږ شانته د دوستي‬
‫تودوالی رواستی دی‪ .‬که چیرې مونږ خپل پوځ د تاسې‬
‫مالتړ ته واستوو‪ ،‬دا به زمونږ یوه لویه بین املللي رسوائي‬
‫وي‪ .‬مګر مونږ کولی شو چه تاسې ته چه څومره نظامي‬
‫وسایل په کار وي ال څو چنده درکړو‪ .‬الکن نه چه خپل‬
‫‪1085 of 1205‬‬

‫پوځ درواستوو‪ ،‬ځکه چه خبره به ډیرې رسوائی ته‬


‫ورسیږي او د ښو د نتیجې ځای به بد تبلیغونه ونیسي!“‪.‬‬
‫مګر د نورمحمد ترکي غوږونه کاڼه وو‪ ،‬حتی آن تر دې چه‬
‫ماسکو ئې پدې خبرې ال تهدید هم کړ چه‪" :‬نو بیا به مونږ‬
‫له شمالي ویتنام څخه مرستې وغواړو…“‬
‫ث ‪ -‬لدې خبرو څخه اصلي مقصد‪:‬‬
‫هر هغه څه چه په افغانستان کې یا د "دولت" په نوم‪،‬‬
‫یا د "دین" په نوم‪ ،‬یا د "ملت" په نوم او یا په خلکو کې د‬
‫”غیرت“ په نوم له پیړیو راهیسې مروج او موجود وو‪ ،‬مګر‬
‫ټول سرچپه‪ ،‬ټول دروغ او د ځان غولو هغه ذهن او ګمراه‬
‫ذهنیت وو چه دا د فریب دروغجنه جامه افغانانو آغوستې‬
‫وه‪ .‬کمونیزم ئې هم د همدغو فریب کاریو د مجموعې یوه‬
‫برخه وه‪ .‬نه یوازې چه کمونستانو تر خپلو منځو یو بل ته‬
‫لومې اوبدلې‪ ،‬ورسره د شوروي پوځ جنراالنو ته هم‬
‫وروسته له لسو کلو په افغانستان کې معلومه شوې وه چه‬
‫دوی په خپلو لیکلو کتابونو کې اعتراف وکړ چه د کابل‬
‫کمونستانو له مونږ سره هم چل کاوو‪ .‬دوی کوشش کاوو‬
‫‪1086 of 1205‬‬

‫چه د جنګ سرو ملبو ته زمونږ عسکر واستوي‪ ،‬الکن دوی د‬


‫قدرت او له خپلې واکمني څخه خوند واخلي‪.‬‬

‫حتی هغه "ببرک کارمل" چه په ماسکو کې یې خپل د‬


‫تبعید کلونه تیرول او په ځای ئې "ډاکتر نجیب" کینول‬
‫شوی وو‪ ،‬له یاده ویستلي وو چه نوموړي ته د کابل تخت د‬
‫شوروي اتحاد پوځ ګټلی وو‪ .‬او د ببرک کارمل کمونست‬
‫دښمن "امین" ئې ورته وژلی وو‪ .‬او د شوروي په ټانګ کې‬
‫افغانستان ته راوستل شو‪ ،‬چه په ملړنۍ خطابه کې ئې په‬
‫صراحت له خپلې خولې وویل چه‪" :‬زمونږ د خلکو او زمونږ‬
‫د وطن او زمونږ د انقالب مقدرات تر ابده له شوروي اتحاد‬
‫سره غوټه شول …"‪ .‬مګر هماغه کارمل بیا چه په اقتدار‬
‫کې نه وو‪ ،‬پدې خپلو دروغو ئې بیرته خپل مخ ته توکل چه‪:‬‬
‫"زه اصالَ ددې طرفدار نه ووم چه د شوروي پوځ د‬
‫افغانستان ته راشي‪ .‬زه ئې سخت مخالف ووم ‪.“! ...‬‬
‫حتی خپلو حزبي دوستانو ته به ئې په ماسکو کې دا هم‬
‫ویل چه؛ "شورویان خائن وو“‪.‬‬
‫‪1087 of 1205‬‬

‫د هغه وخت د شوروي اتحاد یو مشهور جنرال چه‬


‫دځمکنیو قواوو معاون او لوی نظامي مشاور وو او‬
‫”مایوروف“ نومیده‪ ،‬د کارمل په هکله یې په یو کتاب کې‬
‫ویلي چه‪” :‬په ټول ژوند کې مې د ټنبل‪ ،‬احمق او‬
‫الکهولیک انسانانو څخه بد راتلل‪ .‬مګر دلته په افغانستان‬
‫کې دا درې واړه مشخصات په یوه شخص کې متمرکز‬
‫شوي دي او دا شخص د حزب رهبر او د دولت رئیس‬
‫دی“‪.‬‬

‫همدا خبره ډاکتر نجیب هم هغه وخت هغه شوروي‬


‫جنرال ته وکړه چه کله شوروي پوځ وروسته له لسو کلونو‬
‫جنګونو له افغانستان څخه د "ګورباچُف" په امر ووتل‪ .‬او‬
‫چه آخري جنرال له ډاکتر نجیب نه خدای پاماني آخسته‪،‬‬
‫نو نجیب ورته وویل چه‪" :‬شورویان خائن دي!“‪ .‬مانا ئې دا‬
‫وه چه ولې مو مونږ یوازې پریښودلو‪ .‬آن تر دې چه کله‬
‫”ګورباچف“ د ماسکو د کمونست حزب نوې مشري په‬
‫غاړه واخستله او دا پریکړه ورسره وه چه نور خپل پوځ له‬
‫افغانستان څخه په دو مرحلو وباسي‪ ،‬نو د کابل په‬
‫کمونستانو ویره ګډه شوله او دا تبلیغ ئې پیل کړ چه‪:‬‬
‫‪1088 of 1205‬‬

‫”ګورباچف واقعي کمونست ندی‪ .‬له انترنسیونالیزم څخه‬


‫ئې سترګې پټې کړي دي…“‪.‬‬
‫زما یاد شې چه ډاکتر نجیب د ماسکو د کمونیزم‬
‫غړو ته د خپل واقعې کمونستې تعهد پدې نطق ورساوو‬
‫چه‪" :‬آتشې را که فروزان شده خاموش مکن!“‪ .‬له آتش‬
‫څخه مقصد د لینن د انقالب الره وه‪ .‬ګورباچف باید دا‬
‫الره پرینږدي او که پریږدی ئې‪ ،‬نو بیا ښه کمونست ندی‪،‬‬
‫بلکه یو خاین دی‪ .‬په همدغه علت وو چه ډاکتر نجیب د‬
‫شوروي جنرال ته د خدای پاماني په وخت د "خاین"‬
‫خطاب وکړ‪ .‬نه پدې مطلب چه د شوروي پوځ افغانستان‬
‫اشغال کړی وو او د افغانستان خلک ئې وژلي وو او‬
‫کورونه او کلي ئې ټول وران کړي وو‪.‬‬

‫مقصد له هغو حادثو سره چه د هر رنګه ظلمونو د‬


‫ځنځیر درنې کړۍ زمونږ په هیواد کې له ټول ژوند څخه‬
‫راتاو شوې وې دا ځنځیر مونږ جوړ کړی وو او د همدې‬
‫ظلمونو تیارې زمونږ دننه کې پرتې وې چه ځنځیر ترینه‬
‫جوړ شو او زه په دوو مطالبو پسې ووم‪:‬‬
‫‪1089 of 1205‬‬

‫یو‪ :‬پدې هیواد کې یوازې حادثې ولیکل شولې او ال‬


‫اوس هم لیکل کیږي‪ .‬ال اوس هم له هماغو حادثو څخه‬
‫ګیلې کیږي‪ .‬یا ګناه د یو او بل په غاړه آچوي‪ ،‬چه بیا هم‬
‫مونږ د تاریخ په نوم نه تاریخ وپیژاند او نه هم د هیواد په‬
‫نوم د هیواد د نوم او مقام په وړاندې د خپلو کړو جرمونو‬
‫له تیارو څخه د اخالقي شرم او پیښماني په اعتراف بلد‬
‫شولو‪ .‬ال هم په حادثو خبرې کوو او خپل ځانونه بهر ترې‬
‫شمیرو‪ .‬لکه داسې چه هماغه قاتل ووائی چه دا قتلونه چا‬
‫وکړل؟‬
‫دوهم‪ :‬انسان ته په ځینو حاالتو او حادثو کې د مقابل‬
‫شخص دننه د روح د پیژندنې واقعي کرکتر او څهرې‬
‫فرصت پیدا کیږي‪ .‬پدې مانا چه په هماغه کم فرصت کې‬
‫د مقابل شخص په اصلي‪ ،‬مګر پټ کرکتر پوښل شوی‬
‫کاذب او دروغجن پوښونه څیریږي‪ .‬خصوصا َ هغه خبیث‬
‫روح خپل ځانور خوی د خپل قدرت په ډاډ ملړی د خپل مخ‬
‫دروغجن انساني فریب کاره پوښونه خوري‪ .‬او بیا ستا د‬
‫خوړلو په منظور تاته د خپلې حیواني ژامې د قوت لرلو‬
‫نمایش په فخر څرګندول غواړي‪ .‬بې لدینه چه دا پکر ال‬
‫‪1090 of 1205‬‬

‫وکړي چه یوه ورځ به دا قدرت ورسره نه وي او دا‬


‫تیریدونکی حاکم قوت به یوه ورځ محکوم کړل شي او خپل‬
‫کړي تیر ظلمونه به له بل هر مظلوم نه ال زیات غندي‪ .‬مګر‬
‫ال به ئې ال د نامردي او بې شرمي په ډنډ کې غرقوي‪ .‬دا‬
‫هغه دوهم مطلب وو چه ما د حادثو په جریان او د حادثو‬
‫یو له بل پسې د ال ظاملتره تسلسل دننه کې ددې ظاملانو‬
‫درون مایه څیړله‪ .‬چه کله کله به ددوی واقعي څهرې په‬
‫ځینو خاصو حاالتو کې او په یو کم زماني فرصت کې‬
‫میدان ته وتلې‪ .‬لنډ څو مثالونه‪:‬‬

‫‪ .۱‬کله چه ډاکتر نجیب د ماسکو له خوا د کارمل په ځای‬


‫په قدرت کینول شو‪ ،‬نو د نوموړي دا د خوشالۍ ورځې‬
‫وې‪ .‬ځکه چه ددوی ټولو آرمان که ډاکتر نجیب وو‪ ،‬که‬
‫امین وو‪ ،‬که ترکی وو‪ ،‬که کارمل وو‪ ،‬دوی ته د ماسکو تله‬
‫او تیږه وه‪ .‬چه آیا پدوی کې څوک ماسکو ته منلی دی؟ نه‬
‫چه په خپل شخصیت په خپل وطن‪ ،‬خپل وجدان او خپله‬
‫میړانه یا خپله افغاني وینه او د خپلې مور شیدې او د‬
‫‪1091 of 1205‬‬

‫ژوند کولو د لوړ او پاک مفهوم په اخالقي معنویت او‬


‫مسئولیت‪ ،‬غرور او شهامت تکیه او باور ولري‪.‬‬
‫یوازې پوښتنه دا نده چه دوی ولې دومره ظاملان‬
‫شوي وو؟ او مونږ ئې یوازې په کړو ظلمونو جلد جلد‬
‫کتابونه ولیکو‪ .‬مګر اصلي پوښتنه داده چه په پښتیو کې‬
‫یو متل دی چه وائي "غریب خو خدای کړې‪ ،‬مګر دا سپی‬
‫چا کړې؟“‪ .‬د څیړنې موضوع همدا موضوع وه‪.‬‬

‫کله ئې چه زه په دوهم ځل ونیولم‪ ،‬دا هغه وخت وو چه‬


‫”امین“ خپل استاد "ترکی" وژلی وو او بیا شوروي‬
‫کوماندو حفیظ اهلل امین د دارالمان په قصر کې وواژه‪.‬‬
‫ورسره هم کارمل د روسانو په ټانګ کې کابل ته راغی او‬
‫واکمن شو‪ .‬او هم د شوروی پوځ یرغل پیل شو‪ .‬پدې وخت‬
‫کې د نوي جاسوسي تشکیالت "خاد" په مشرتابه د "کي‬
‫جي بي" له خوا ډاکتر نجیب وټاکل شو‪ .‬زه به ئې هره‬
‫شپه د خاد مرکز "پخوانی صدارت" تعمیر ته بوولم چه په‬
‫پوښتنو کې یو عجیب انسان برخه آخستله‪.‬‬
‫‪1092 of 1205‬‬

‫دې سړي له ما سره د داود خان د جمهوریت د اعالن په‬


‫ملړیو میاشتو کې چه زه له خارج څخه او د تحصیل له پای‬
‫سره راغلی ووم او ماته په نوي جمهوري نظام کې برخه‬
‫راکړل شوې وه‪ ،‬د پیژندګلوي ارتباط او اړیکې ټینګې‬
‫کړلې‪ .‬کله کله به ئې نفر راواستاوو او خپل کور ته به ئې‬
‫وغوښتلم‪ ،‬چه کور ئې په کارته پروان کې وو‪ .‬او دده له‬
‫لیکلو شعرونو به ما د شعر زیاته مینه آخستله‪ .‬ددې سړي‬
‫د شعري فوق العاده استعداد په وړاندې زه حیران ووم‪.‬‬
‫هغه مینه چه ما د تحصیل په اوږدو کلونو کې له شعر سره‬
‫درلودله او چه د ډیرو هیوادونو د شاعرانو د شعر په‬
‫لوستلو به ما همیشه دا ګمان کاوو چه زه د یو پاک عبادت‬
‫ځای د محراب په وړاندې والړ یم‪ .‬خو دا زمونږ د خپل‬
‫وطن د پښتون د قام د شاعر دننه استعداد زه په تعجب‬
‫کې آچولم‪ ،‬چه کله به د هغه له شعرونو سره په لوستلو او‬
‫یا آوریدلو مخامخ شولم‪.‬‬
‫خو بیا ورځې واووښتلې او دا سړی مې لید چه‬
‫ماته ئې د خاد په مرکز کې د ډاکتر نجیب په مشري د‬
‫تحقیقاتو په لړکې توهین وکړ‪.‬‬
‫‪1093 of 1205‬‬

‫دا سړی د پرچم د حزب له رهبرانو‪ ،‬له نطاقانو‪ ،‬له‬


‫شاعرانو او د حزبي تبلیغ له مشرانو څخه وو چه‬
‫"سلیمان الیق“ نومید او چه اوس د سرحداتو وزیر وو‪.‬‬
‫خو کله چه د ثور له کودتا وروسته د پرچم رهبرانو ته په‬
‫دولت کې مهمې چوکۍ ورنکړل شولې‪ ،‬نو دا پرچمی‬
‫شاعر خپله وفاداري له نورمحمد ترکي سره اعالن کړه‪.‬‬
‫او کله چه ”امین“ اقتدار ته ورسید‪ ،‬نو ئې پل چرخي ته‬
‫واستاوو او هم ئې امضا ترې واخستله چه ووایې‬
‫پرچمیان خائینان دي‪.‬‬
‫مګر د تحقیقاتو په یوه شپه ئې یو په یو ماته مخ راواړاوو‬
‫چه‪" :‬نامرده! نُهضت ِد پریښود!“‪ .‬دا اصالً د خپل زبل‬
‫شوي شخصیت په سر د نوي پوښ د پوښلو رواني فرار‬
‫وو‪ ،‬چه ځانته د یوې قهرماني نوې څهرې نوی نقاب تبلیغ‬
‫کړي‪ .‬خو پدې هم پوه شوی وو چه‪ ،‬مخکې له هغه چه ما‬
‫د مرګ او یا د پلچرخي د زندان په تورو خونو وډاروي‪،‬‬
‫مګر ما دا ددوی د الس ډارونکې وسلې په خپلو ملړنیو‬
‫خبرو کې ددوی له السه آخستې وې‪ .‬چه "کپن په غاړه‬
‫کسانو ته مرګ پردی ندی‪ ،‬نو ډارونکی هم نه وي ‪.“! ...‬‬
‫خو د نامرد د خبرې په آوریدلو مې ده ته دده د تیرو دوو‬
‫‪1094 of 1205‬‬

‫کلونو سیاسي تصویر کیښود چه داسې چه‪” :‬زه خو کوم‬


‫حزبي نه ووم او نه هم یم‪ ،‬مګر تا خو د خپل حزب په‬
‫وړاندې حزبي تعهد درلود‪ .‬نو تا خو ‪.“! ...‬‬
‫نو وار له واره یې د یو ساختګي هیجان او دفاع له سنګر‬
‫نه داسې وویل چه‪" :‬ما څه کړي وای! زه یې په زندان‬
‫کې مخامخ د فامیل په بې عزتي تهدید کړم ‪ .“! ..‬او‬
‫نورې ډیرې عاجزې خبرې…‬
‫زما د خبرې مقصد د یو دردناک عبرت لدې‬
‫پوښتنې څخه والړیږي چه آیا د داسې یو فوق العاده‬
‫شعري استعداد لرونکی شاعر‪ ،‬هم ذهني او هم اخالقي‬
‫شخصیت ولې دومره کمزوری وي چه خپل دننه دا دومره‬
‫لوړ الهام بښونکی شعري مقام باندې د یوې وړې‬
‫سیاسي چوکۍ په خاطر د غالمي شرم ولوروي؟ همدغه‬
‫سړي ماته په صراحت وویل چه‪" :‬ماسکو او کابل یو له بل‬
‫سره تر ابده د سره انقالب د ملر په سرو وړنګو وتړل‬
‫شول…" او نور ډیرې خبرې…‬
‫زه بیا مجبور شولم چه نوموړي ته د سردار محمد داود‬
‫خان د واکمني د وخت دده خپلې خبرې ورپه یاد کړم چه‬
‫"ګوره! دا ته وې چه ماته ِد د داود خان له ظلمونو توندې‬
‫‪1095 of 1205‬‬

‫ګیلې کولې‪ .‬اوس پوښتنه داده چه که ظلم د تا له خپل‬


‫السه وي‪ ،‬نو ته ئې ظلم نه شمیرې‪ ،‬مګر که د بل چا له‬
‫السه وي‪ ،‬نو تاته بیا د انقالبي قیام د شعر الهام ګرزي‪،‬‬
‫آیا داسې نده؟“‪ .‬پدې مجلس کې چه مونږ ټول څلور نفره‬
‫وو‪ ،‬د خاد د رئیس په شمول او مونږ ټول پښتانه وو‪ .‬دوی‬
‫زه د اجمل خټک د دوستانو له ژبو پیژندلم‪ .‬نو مې ډاکتر‬
‫نجیب ته د زړه په خلوص وویل چه‪ :‬د پښتنو د قانون له‬
‫مخې تاته د یو مشر په حیث دا مشوره درکووم چه دا به‬
‫تاته اخالقا َ ډیره بهتره وي او ددې هیواد خوارو خلکو ته به‬
‫ستا له مسلک څخه ډیره ګټه حتی ثواب وي‪ ،‬چه والړ شې‬
‫او یوه معاینه خانه خالصه کړې‪ .‬فقط دومره چه ددغو‬
‫خوارو کلیوالو د پوښو د پوندو چاودو سره کومک وکړې ‪...‬‬
‫نو ئې ملړی وخندل او بیا یو په یو جدی شو او په تهدید‬
‫ناکه لهجه ئې ځواب راکړ چه‪" :‬شوروی اتحاد شکست‬
‫ناپذیر دی‪ ،‬دا حقیقت که هر څوک ونه مني او هغه که هر‬
‫څوک وي‪ ،‬نو زمونږ د انقالب دښمن دی!" ‪ .‬ما دا خبره‬
‫وکړه چه‪" :‬نو مونږ ولې د ”خپل انقالب“ د ساتلو نه یو؟‬
‫چه اوس ئې په پردي مټ ساتو‪ ،‬خو بیا چه وایو "زمونږ‬
‫‪1096 of 1205‬‬

‫انقالب“‪ .‬مګر دا خبره خو واقعی ژبه نده !"‪ .‬دوی له‬


‫سوسیالستي کمپ "څخه او له سوسیالستي دوستي او د‬
‫انترناسیونالیزم له ریښو څخه خبرې وکړې‪ .‬مګر له یوه‬
‫شي نه ئې خبرې ونه کړې چه هغه د افغانستان خاورې‬
‫ته د راغلو انګریزانو په مقابل کې د افغانانو د اسالم او د‬
‫جهاد د قیام له تاریخ څخه او له هغه چا څخه چه د‬
‫انګریزانو د پوځ په مټ کابل ته راوستل شو‪ ،‬چه‬
‫"شاشجاع" نومید‪ .‬دا انګریزان وو چه د نوموړي ساتنه‬
‫ئې له خپلو خلکو څخه د توپ او توپکو په زور کوله‪ .‬او‬
‫دادی چه تاریخ یو ځل بیا د افغانستان په خاوره کې‬
‫تکرار شوی وو او "کارمل" د روسانو په مټ راغلی وو‪.‬‬
‫روسانو نوموړی له خپلو خلکو څخه د توپ او توپکو په‬
‫وسیله ساته‪ .‬مګر دوی له خپل تاریخ نه زیات د ‪۱۹۱۷‬م د‬
‫اکتوبر د انقالب تاریخ لوستلی وو‪.‬‬

‫نوټ‪ :‬د ډاکتر نجیب اهلل او دده د ورور نامردانه وژل او‬
‫بې عزته کول د طالبانو په الس د آی اس آی په مستقیم‬
‫امر‪ ،‬یو بیل او نه بښونکی عمل وو او دی‪ ،‬چه په مناسب‬
‫فرصت کې به یې د همدې عنوان الندې په تفصیل ولیکم‪.‬‬
‫‪1097 of 1205‬‬

‫دا رنګه کمزوري انساني کرکتر او کمزوري‬


‫شخصیت لرونکي د شوروي له پوځي یرغل نه مخکې هم‬
‫په نورو ډیرو هغو کسانو کې ښکاره شول چه کله نورمحمد‬
‫ترکی په اقتدار تکیه ووهله‪ .‬دې سړي په کارته چار کې‬
‫خپل کور په ژوندینې په "موزیم" واړاوو‪ .‬چه هلته دده په‬
‫کور کې دده میز‪ ،‬چوکی‪ ،‬خوار ګلیم او خوارې پردې او د‬
‫خپلې ښځې خوارې پڼې او جامې راغونډ کړي وو‪ .‬پدې‬
‫تبلیغ چه ګویا "زه د کشتې طبقې منسوب یو خوار سړی‬
‫ووم‪ ،‬چه په ‪ ۷‬کلني د یوې کونډې ښځې شپون ووم ‪.“! ...‬‬
‫په هغو ورځو کې له هند څخه یو کمونست راغی‪ ،‬چه دا‬
‫اوس مې نوم له یاده اووت‪ ،‬خو په هماغو کلونو کې مې په‬
‫خپل یو بل کتاب کې د هغه نوم لیکلی‬
‫دی … ګمان کووم چه ”رامیش چندرا“ نومیده‪ .‬نو ورغ” د‬
‫نورمحمد ترکي د کور له ونې څخه ئې یوه شاخچه‬
‫راوشکوله او څو څو ځله ئې په سترګو وموښله‪ ،‬پدې‬
‫خبرې چه‪" :‬دا انقالبي خاطره به له ما سره تر مرګه په‬
‫فخر پاته وي!“‪ .‬یا داچه له فلسطین څخه زیات کمونستان‬
‫‪1098 of 1205‬‬

‫راورسیدل او د تلویژن له صحنې به مونږ ورته کتل چه‬


‫دوی به هغه خبرې کولې چه وروسته له ستر لینن څخه به‬
‫ئې د "نورمحمد ترکي" نوم په انقالبي ادبیاتو او په‬
‫انقالبي جذبو او افتخار یاداوو‪.‬‬

‫د شوروي د پوځ په راتلو سره تر دې مودې د قامونو او د‬


‫هغو خپلو خپلو سیمو د "خودبخودي قیامونو" په دننه کې‬
‫د لوږې او د غربت حالت ښکاره شوی وو‪ ،‬چه تقریبا َ هغه‬
‫ټولې سیمې د خلقیانو له پوځي کنترول څخه آزادې شوې‬
‫وې‪ ،‬عسکرو ماته خوړلې وه او هم ډیر عسکري ته په زور‬
‫نیول شوو جنګ نه کاوو‪ ،‬بلکه د فرصت په مناسب وخت‬
‫کې به قیام ګرانو ته تسلیمیدل‪ .‬د خلقیانو د انقالب کږې‬
‫پوښې لړزیدلې وې‪.‬‬
‫خو کله چه ماسکو خپل پوځیان د کابل د کمونستانو د وار‬
‫وار زاریو او غوښتنو له مخې افغانستان ته راواستول‪،‬‬
‫پدې شرط چه شوروي پوځ به یوازې په افغانستان کې له‬
‫دولتي رسمي دوایرو او تعمیرونو ساتنه کوي‪ .‬مګر دا د‬
‫ماسکو د رهبري احمق ترین او ناپوه ترین کمونستي‬
‫‪1099 of 1205‬‬

‫پریکړه وه‪ ،‬چه نه د افغانانو په تیر اسالمي اوجهادي‬


‫تاریخ خبر وو او نه هم د خپلو کمونستو دوستانو په فریب‬
‫خبر وو‪.‬‬

‫د شوروي پوځ په رارسیدلو سره د ”جهاد" د شرعي او‬


‫اسالمي فتوا غږ پاڅید او خودبخودي ملي قیام له منځه‬
‫والړ‪ .‬دا د اخواني احزابو اقتدار ته رسیدلو هغه پخوانی‬
‫او آخرین آرمان وو چه دوی داسې طالیي فرصت په خوب‬
‫ال نه لید‪ .‬چه دادی خپل هغه آرمان ته د شوروي د پوځ په‬
‫داخلیدو سره رسیدلي وو او دوی ته د عربي جهاد د فتوا‬
‫بهانه الس ته ورغلې وه‪.‬‬
‫سني مذهبه اسالمي‬ ‫نو د ملي قیام ځای په پیښور کې ‪ُ ۷‬‬
‫حزبونو ونیوو‪ .‬بله خوا شیعه مذهبه په ایران کې په "‪"۹‬‬
‫جال جال حزبونو ښکاره شول‪ .‬او بیرته ددغو احزابو تر‬
‫منځه هم ایراني ډلو او هم پیښوري ډلو تر خپلو منځو د‬
‫نفاق او خودخواهیو مرض په دومره شدت ځان ښکاره کړ‪،‬‬
‫چه د شوروي د پوځ په مرمیو له ویشتل شوو افغانانو‬
‫څخه هغه وژل شوي افغانان ډیر وو چه دغو مختلفو‬
‫‪1100 of 1205‬‬

‫اسالمي احزابو تر خپلو منځو د یو او بل حزب غړي‬


‫ووژل‪.‬‬
‫یوه ورځ په یوې غرنۍ سیمې کې زه پدې خبرې شاهد‬
‫شولم چه د یو کلي څو نفره زما لیدلو ته هغه کورته راغلل‬
‫چه زه ئې میلمه ووم‪ .‬نو دوی له مانه پوښتنه وکړه چه؛ "آیا‬
‫دا خبره رشتیا ده چه د ګلبدین حکمت یار د حزب یو دیني‬
‫عالم پرون زموږ کلي ته راغلی وو او په جمات کې ئې‬
‫وویل چه؛ څوک چه د ګلبدین حکمت یار په اسالمي حزب‬
‫کې نه وي‪ ،‬نو جهاد ئې نه قبلیږي؟“‪.‬‬
‫بله خوا د شوروي پوځ کرار کرار د مجاهدینو له‬
‫تعرض الندې هم راغلل او کرار کرار ئې دوی له خپلو‬
‫نظامي کمپ ځایونو څخه د خپل ځان د دفاع په مقصد‬
‫بهر په ویستلو کړل‪ .‬دې پروسې هره ورځ ال سرعت پیدا‬
‫کړ چه بیا نور د دفاع ځای تجاوز او تعقیب ونیوو‪ ،‬او لس‬
‫کاله د جنګ په وینو ککړ شول‪.‬‬
‫که د کابل د خلقي کمونستانو د "ظلمونو" په ضد‬
‫خلک د خپل سرومال د ساتنې دفاع ته مجبوره کړل‪ ،‬مګر‬
‫د شوروي د پوځ په راتلو سره د شوروي کمونیزم د‬
‫‪1101 of 1205‬‬

‫”بیدیني“ تبلیغ د "جهاد د فتوا" د غږ د پورته کولو په‬


‫”علت“ " واووښت‪ .‬که څه هم قاطع اکثریت افغانان پدې ال‬
‫له پخوا څخه پوهیدل چه د خلق او پرچم ګوندونه په بې‬
‫دینه کمونستي الره په ماسکو تړل شوي دي‪ ،‬الکن کله چه‬
‫د شوروي پوځ راښکاره شو‪ ،‬نو بیا د بین املللي اخوانیزم‬
‫لپاره د "اسالم د خطر" علني پلمې جوړې شولې‪ .‬ورسره‬
‫نور د افغانستان په نوم د هیواد د ملي استقالل د عزت د‬
‫ساتلو غږ د اسالم د "اهلل اکبر" په نارو کې ورک شو‪ .‬که‬
‫د افغانستان په هیواد کې د شورویانو په ضد جنګ کیده‬
‫ددې مانا دا وه چه‪ ،‬افغانستان د عربي اسالم د ساتنې‬
‫ځای وو‪ ،‬نه کوم داسې یو مستقل هیواد چه یو افغان د‬
‫خپل وطن د آزادي لپاره ځان وژني او د خپل وطن د‬
‫ساتنې خپل افغاني شعور او غرور لري‪.‬‬

‫په اففانستان کې د شورویانو نظامي مداخله په حقیقت‬


‫کې د اخوان په سر د اقتدار د تاج کیښودل وو‪.‬‬
‫‪1102 of 1205‬‬

‫لسمه برخه‬
‫‪1103 of 1205‬‬

‫د اسالم او د جهاد له نوې مرحلې سره‬

‫د اسالم او د جهاد له نوې مرحلې سره کوم نوي‬


‫شرطونه چه ښکاره شول هغه داوو چه‪:‬‬

‫‪ .۱‬د امریکا او د اروپائي هیوادونو له خوا‪،‬‬


‫‪ .۲‬د عربي هیوادونو له خوا‪،‬‬
‫‪ .۳‬د بې طرفه هیوادونو له خوا‪،‬‬
‫د شوروي اتحاد د پوځي یرغل په ضد یو نړیوال احتجاج‬
‫وښودل شو‪.‬‬
‫ډیرو هیوادونو ته د شوروي د پوځ په افغانستان د‬
‫یرغل حادثه یو سیاسي "شاک" وو‪.‬‬
‫ورسره د "تبلیغونو" موضوع هم د خپلو خپلو تبصرو‬
‫رنګ ونیوو‪.‬‬

‫الف‪ :‬ځینو ویل چه دا یرغل د سلهاوو کلونو مخکې د روس‬


‫د تزارانو خوبونه او هماغه زاړه پالنونه وو‪ ،‬چه د آمو دریا‬
‫تر غاړې پورې روسي تزارانو د منځنۍ آسیا هیوادونه‬
‫‪1104 of 1205‬‬

‫الندې کړي وو‪ .‬پدې مقصد چه ځانونه د هند تودو اوبو ته‬
‫ورسوي‪ .‬دا ځکه چه د روسې امپراطورۍ مخه د "تورې‬
‫بحیرې" او د "بوسفورس آبنا" له لوري ”مدیترانې“ بحیرې‬
‫ته هم "عثماني امپراطوري" او هم د اروپائي هیوادونو له‬
‫خوا نیول شوې وه‪ .‬نو روسي تزارانو ته د بحر په لور‬
‫یوازنۍ الره په وچه کې دا د منځنۍ آسیا سیمه پاته وه‪.‬‬
‫او چه بیا له همدې وچې نه په خپل وخت د افغانستان له‬
‫الرې او د افغانستان په اشغالولو ځان د هند بحر ته‬
‫رسول وو‪ .‬دا ځکه چه روسي تزارانو د بحر الرې ته سخت‬
‫احتیاج درلود‪ ،‬چه نور د اروپایي او عثماني امپراتوري له‬
‫خوا د محاصره شوې روسئې مخه خالصه کړي‪.‬‬
‫د تزاري امپراطورۍ د توپونو مخې ته د منځنۍ‬
‫آسیا د هیوادونو کمزورو خانانو یا پاچایانو د خپل‬
‫درباري عیش او خودخواهیو په علت خپل توان له السه‬
‫ورکړ او ه ددوی تر خپلو منځو نفاق ددې علت شو چه د‬
‫روسي تزاري امپراطوري ملنه د آمو د دریا تر څنډو په‬
‫سلهاوو کیلومتره وغځوي‪ .‬مګر ها خوا تر هغه وخته چه د‬
‫عثماني امپراطوري قوت په خپل ځای وو‪ ،‬نو ئې په توره‬
‫‪1105 of 1205‬‬

‫بحیره کې د روسانو د یرغلونو مخه نیولې وه‪ .‬مګر چه کله‬


‫د عثماني امپراطوري په دننه کې د کمزوري نښې ښکاره‬
‫شولې‪ ،‬نو د روس د هغه وخت امپراطور د اروپائي‬
‫هیوادونو سره پدې مشوره شو چه‪ ،‬باید "د ناروغ سړي“‬
‫چه مقصد د عثماني امپراطوري څخه وه‪ ،‬غمه وخورو او د‬
‫استانبول په شمول تر خپلو منځو د عثماني امپراطوري د‬
‫ځمکو ویش له یو بل سره مطرح کړو‪ .” ... .‬مانا دا وه چه‬
‫د عثماني امپراطوري پخوانۍ دبدبه له منځه تللې ده‪ ،‬چه‬
‫همداسې هم وو‪ .‬الکن اروپائي هیوادونو خصوصا َ‬
‫انګلستان ددې پالن مخالفت وکړ‪ .‬نو هماغه وو چه کرار‬
‫کرار روسي جنراالنو د عثماني امپراطوري له قبضې څخه‬
‫د بالکاناتو هیوادونه وویستل‪ .‬هم ئې د تورې بحیرې‬
‫ساحل ته پراخه الره خالصه کړه‪ .‬ددې شک هم په‬
‫اروپائي هیوادونو کې پیدا شو چه چیرې نه چه د‬
‫”بوسفورس آبنا" په شمول استانبول هم د تزارانو قبضې‬
‫ته ورشي‪ ،‬نو ئې مداخله وکړه!‬
‫‪1106 of 1205‬‬

‫د افغانستان په مسله کې چه امیرشیرعلي خان پاچا وو‬


‫او د "برطانوی هند" د واکمنانو له خوا په نوموړي فشار‬
‫وو‪ ،‬چه انګریزي څارونکو ته پدې منظور په افغانستان کې‬
‫ځای ورکړي چه انګریزان وکړای شي چه د آمو دریا‬
‫شمال کې د پرتو روسي نظامي قواوو د پټو پالنونو څارنه‬
‫وکړي‪ .‬مګر امیر شیرعلي خان دداسې هئیتونو په راتلو دا‬
‫تشویش ښکاره کاوو چه د افغانانو په منځ کې د‬
‫انګریزانو په ضد د یو پاڅون د تحرک علت به رامنځ ته‬
‫کړي‪ .‬همدا سیاسي کشمکش او د برطانوي هند د‬
‫واکمنانو په امیر باندې د فشار د هومره زیات والي نتیجه‬
‫وه چه امیرشیرعلي خان د انګریزانو له بې مورده فشار‬
‫څخه هومره بیزاره شو چه ئې فیصله وکړه چه د خپل‬
‫هیواد او د سیمې تاریخي مقدرات ته تغیر ورکړي‪ .‬پدې‬
‫مانا چه‪ :‬د روسي تزار څخه ئې د دوستي په الس وسلې‬
‫وغوښتلې او د دوستانه مفصلو خبرو پای به ئې ډیر‬
‫ځله په زاریو واووښت‪ .‬امیر به تزار ته زارۍ کولې چه‬
‫دوستي ئې ومني او وسلې‪ ،‬خصوصا َ توپونه ورولیږي‪.‬‬
‫‪1107 of 1205‬‬

‫د امیرشیرعلي خان دغه له غوښتنو او زاریو ډک‬


‫لیکونه ملړی د منځنۍ آسیا د ترکستان واکمن روس جنرال‬
‫ته آستول کیدل‪ .‬چه په همدې کلونو کې د پطرزبورګ د‬
‫نظامي قوتونو رهبري کدر په دوو پالنونو مشغول وو‪.‬‬
‫یو‪ :‬له عثماني امپراطورۍ سره ئې جنګ درلود او ددې‬
‫جنګ نتیجو ته سترګې په الر وو‪.‬‬
‫دوهم‪ :‬په هند کې له برطانوي نظامي قوتونو سره د یو‬
‫جنګ د پیل په مخکنیو شرطونومشغول وو‪ .‬لکه څرنګه چه د‬
‫تزاري نظامي قواوو ډیرو عسکرو د آمو دریا خوا ته آړولي‬
‫وو او ددې انتظار ئې ویست چه قومانده ورکړل شي چه‬
‫ځانونه د هند بحر ته ورسوي‪ .‬مګر یو دریم سیاسي پالن‬
‫د دوستي په لباس کې هم ښکاره شو چه هغه تزار خپل‬
‫‪ ۳۴‬کسیزه یو هئیت چه دوه جنراالن هم پکې وو د‬
‫امیرشیرعلي خان لیدو ته واستول چه کال ‪۱۸۷۹‬م وو‪.‬‬
‫روسي رهبرانو ته دا پته لګیدلې وه چه د امیر د برطانوي‬
‫هند واکمنانو سره سیاسي تضاد د یو سیاسي بحران او‬
‫حتی برخورد تر سرحده رسیدلی دی‪ .‬نو دا هغه مناسب‬
‫فرصت وو چه د تزار الس ته به د افغانستان د امیر د‬
‫‪1108 of 1205‬‬

‫دوستی الس ورته‪ .‬دې دوست الس به د تزار نظامي قواوو‬


‫مخې ته خپل ورونه خالص پریښودل چه له انګریزانو سره‬
‫خپل نظامي زور په هند کې وآزمئي‪ .‬نو له افغانستان‬
‫څخه به د تلګراف مزي هم غزیدل او هم د راغلي هئیت له‬
‫خوا د راتلونکي معاهدې په هکله امیر ته پیشنهاد او یو‬
‫زیری هم موجود وو‪ .‬چه "کله د هند خاوره او د هند د بحر‬
‫تودې اوبه د تزار د امپراطورۍ الس ته ورشي‪ ،‬نو تزار‬
‫امیرشیرعلي خان ته قول ورکوي چه د ابدالي احمد شاه‬
‫د امپراطوري د زمانې او د وخت ډیرې سیمې به په هند‬
‫کې بیرته افغانانو ته سپاري“‪ .‬او معاهدې تعهد کاوو چه‬
‫که په افغانستان زمونږ د نظامي حرکاتو لپاره ضروري‬
‫شیانو ته لکه د تلګراف جوړولو‪ ،‬او د الرو د جوړولو او‬
‫حتی د اورګاډي د پټلۍ په جوړولو کې ټول مصرف د‬
‫روسانو له خوا وي او که چیرې افغانان غواړي چه یا په‬
‫کار کې ئې برخه واخلي او یا د روس په پوځیانو خوراکي‬
‫توکي خرڅوي‪ ،‬نو پیسې به ئې نغدې روسي دولت په غاړه‬
‫آخلي‪.‬‬
‫‪1109 of 1205‬‬

‫دا رنګه خبرې د کابل په باالحصار کې په شپو‬


‫شپو وشولې او د امیر له خوا تود هرکلي شول‪ ،‬او په ډیر‬
‫عزت ئې وساتل‪ .‬خو لکه څرنګه چه مخکې هم پدې کتاب‬
‫کې ذکر شول‪ ،‬چه امیر ته له څو خواوو بدقسمتي په‬
‫انتظار کې وه‪ .‬یو دا چه‪ :‬ډیر ګران ‪ ۱۲‬کلن زوی ته ئې په‬
‫حرم سرای کې دننه د فامیلي دسیسې په علت زهر ورکړل‬
‫شول چه مړ شو‪ .‬دا یوه داسې ضربه وه چه د امیر ټول‬
‫حواس او اعصاب ئې وځبل‪ .‬دوهم دا چه د هند انګریزانو‬
‫په دوامداره توګه امیر د پوښتنو او سخت فشار الندې‬
‫نیولی وو‪ ،‬چه د "تزاري هئیت هلته څه کوي؟ څه غواړي؟‬
‫چا راغوښتی؟ ‪ .“! ...‬دریم او له ټولو مهم دا وو چه‬
‫اروپائي هیوادونه پدې پوه شوي وو چه عثماني‬
‫امپراطوري له تزاري روس سره په جنګ کې نور نظامي‬
‫توان د خطر تر سرحده په کمیدو شوی دی‪ ،‬نو ئې په‬
‫”برلین“ کې ددوی دواړو تر منځه د سولې معاهده ترتیب‬
‫کړه‪ .‬بالخره د یونیم یا د دو کلو جنګ نه ورسته د دواړو‬
‫امپراطوریو تر منځه د برلین د سولې معاهده امضا شوله‪.‬‬
‫د سولې یوه ماده دا هم وه چه د پطرزبورګ او د لندن تر‬
‫‪1110 of 1205‬‬

‫منځه په منځنۍ آسیا کې د افغانستان په مسله د یوې‬


‫”بیطرفې ساحې“ په منلو یوه دوستي امضا شوله او لدې‬
‫دوستي سره به هغه خطر نور برطانوي هند ته د آمو په‬
‫غاړه د روسانو د پوځ له خوا نه وو‪ ،‬کوم چه دغو عسکرو به‬
‫په ډیر ذوق دا بدلې په خپلو پوځي قشلو کې ویلې چه‪:‬‬
‫”انګریزانو ډیر ژر به سره ووینو او ډیر ژر به مونږ خپلې‬
‫موزې د هند د بحر په تودو اوبو کې پریمینځو‪ ...‬انتظار‬
‫وباس”‪ ،‬درغلو!“‪ .‬لدې معاهدې سره د امیر بدقسمتي څو‬
‫چنده شوله‪ .‬ځکه چه د کابل په باالحصار کې ال میلمانه د‬
‫تزار هئیت مشر جنرال "ستولوتوف" ته پټ تلګرام راورسید‬
‫چه؛ "پام کوئ چه امیر ته ورکړل شوې وعدې تکرار نکړئ!‬
‫ځکه چه نور امیر ته زمونږ له خوا هیڅ رنګه د وسلو او‬
‫نورو کومکونو ورکولو قول نه ورکول کیږي او تاسې ډیر ژر‬
‫بیرته راستانه ش”!…“‪.‬‬
‫امیر پدې پټ تلګراف خبر نه وو‪ ،‬مګر پدې خبر وو‬
‫او په خپلو سترګو ئې لیدل چه د هئیت غړي بدل بدل‬
‫شوي دي‪ ،‬ساړه شوي دي‪ ،‬حتی پردي شوي دي‪ .‬آن تر‬
‫دې چه هغه پرونۍ دوستي او د دوستي تودې مینې‪،‬‬
‫‪1111 of 1205‬‬

‫خواږه مجلسونه‪ ،‬خبرې خنداوې ناڅاپي د دوی په مخونو‬


‫کې ټول وچ شوي وو‪.‬‬

‫‪ :‬په افغانستان د شوروي د پوځ د یرغل په هکله بله‬ ‫ب‬


‫تبصره ملړی له امریکا څخه د "جیمي کارتر‪ ،‬جمهور رئیس‬
‫له خولې څخه ښکاره شوله‪ ،‬ویل یې چه‪:‬‬
‫”دا رنګه یرغل بالخره د ټولې نړۍ سولې ته ګواښ او‬
‫خطر دی…“‪ .‬او دعربي هیوادونو د فارس خلیج ته را‬
‫رسیدلی نژدې خطر ته یې ګوته ونیوله‪.‬‬
‫پاکستان ځان د خطر نژدیترینه سیمه اعالن کړه‪ .‬او‬
‫پاکستان ته دا هغه طالیي چانس شو چه دوی یې خوبونه‬
‫لیدل‪ ،‬ځکه چه یو خو یې د ټولې غربي نړۍ د عربي‬
‫شتمنو هیوادو نه بې شماره مالي او نظامي کومکونه د‬
‫افغان جهاد په نوم ترالسه کوالی شول او بل دا چه خپل‬
‫پخوانی دښمن د خپلو خلکو په الس او مټ وهلی شو‪ ،‬چه‬
‫دا خلک همدا اخواني احزاب او رهبران یې وو‪ ،‬ځکه چه‬
‫دې رهبرانو ته یوازې عربي اسالم مهم وو‪ ،‬نه وطن او ملي‬
‫ناموس‪.‬‬
‫‪1112 of 1205‬‬

‫خمیني" تخت له‬ ‫او ها خوا په ایران کې چه کله " ُ‬


‫شاهنشاه څخه تر السه کړ‪ ،‬دې بدلون دوه اړخه درلودل‪.‬‬
‫چه یو ئې دا وو چه امریکا خپل دوست پاچا او ایران له‬
‫السه ورکړی وو‪ .‬دوهم اړخ ئې شوروي ته وو چه د‬
‫شوروي په پکر کې د یوې ارتجاعي پدیدې د پیدا کیدو‬
‫خطر وو‪ .‬او دا د تبلیغ امکان ئې هم ورکړ چه ددوی په‬
‫افغانستان کې د پوځ موجود والی ئې د ایران د خطر له‬
‫راتلونکو نتیجو سره مربوط وګاڼه چه له نورو دلیلونو سره‬
‫دا دلیل هم وګنډل شو‪.‬‬

‫د جهاد په نوم په نوې پیل شوې مرحله کې امریکا ملړی‬


‫دومره ډاډمن نه وو چه د یو ابرقدرت د خپل وخت د‬
‫عصری ترینو وسلو په مقابل کې به یو تش السی هیواد‬
‫ډیر مقاومت ښکاره کړي‪ .‬مګر دا نظر کرار کرار د جهاد د‬
‫هرې میاشتې په تیریدو سره کمزوری شو‪ .‬او د هغه نوي‬
‫پکر سبب شو چه امریکا خپل دښمن له امریکا څخه لیرې‬
‫په یو داسې وطن کې لید چه د ”کمونیزم" له بې دیني سره‬
‫د اسالم "جهاد" او دین جنګیده‪ .‬لدینه بهتره چانس د‬
‫‪1113 of 1205‬‬

‫امریکا الس ته په بل ځای کې نه ورته‪ .‬دا داسې فرصت‬


‫وو چه نه د آتوم د بم خطر پکې وو او نه هم د کومک ټول‬
‫بار د امریکا په اوګو باریده‪ ،‬بلکه هم اسالمي او عربي‬
‫هیوادونو پدې جهاد کې کومک کولو ته مجبور وو او هم‬
‫اروپائی هیوادونو ته د دیموکراسي په شعار د کومکونو‬
‫برخه رسیدله‪ .‬نو امریکا زیات خوښ وو چه د شوروي‬
‫شکست ناپذیره پوځ ته له افغانستان څخه د پوښو د‬
‫”تلک" کار واخلي‪ .‬خصوصا َ چه خبره د دین‪ ،‬د جهاد او د‬
‫بې دیني تر منځه وه‪ ،‬نو‪:‬‬

‫‪ .۱‬سره زر د امریکا او سرې وینې د افغانانو‪.‬‬


‫‪ .۲‬بله خوا ډیرو عربو اسالمي هیوادونو خپلې ”ځیل‬
‫خانې" په نظر کې ونیولې او په خپلو ځیل خانو کې ئې د‬
‫هغو مجرمینو او جنایت کارانو له پوښو او له السونو څخه‬
‫د زندان ځنځیرونه خالص کړل‪ ،‬کوم چه دغو په زرهاوو‬
‫زنداني شوو مجرمینو د راز راز جنایتونو له کبله یا په عمر‬
‫قید محکوم شوي وو او یا خو ئې ډیرو د اعدام انتظار‬
‫ویست‪ .‬دا ټول جنایتکاران په ډیر قدر د افغانستان‬
‫‪1114 of 1205‬‬

‫خاورې ته د پاکستان له الرې داخل کړل شول‪ ،‬چه په‬


‫جنایتونو بلد وو‪ .‬مګر اوس دادی چه له شوروي بې دینه‬
‫پوځ سره یې د اسالم د سالمت په خاطر دوی جهاد کاوو‪.‬‬
‫هم امریکا خوښ وو‪ ،‬هم عربي هیوادونه‪ ،‬مګر له ټولو زیات‬
‫همدا د زندان د جنایت کاره عربانو په سر د بخت مرغۍ‬
‫ناسته وه‪ ،‬چه په راس کې ئې "میلونر عرب اسامه بن‬
‫الدن" د امریکا له خوا نازول شوی وو‪ .‬مګر ناخبره لدې‬
‫چه دا کسان به یوه ورځ بیرته د امریکا په ضد له‬
‫سرسختو اسالمي مجاهدینو څخه ځانونه په تیرور ښکاره‬
‫کړي‪ .‬نو لدې عربو څخه مجاهدین جوړ شول‪ .‬دا مجاهد‬
‫وو چه د واقعي اسالم په خذمت کې وو‪ .‬دا مجاهدین وو‬
‫چه په قرآن کې دوی ته په ډیر فخر د "خدای لښکرې" ویل‬
‫شوي دي‪.‬‬
‫دادی چه اوس افغانستان ته را آستول شوي وو او‬
‫زندانونه ئې څټ ته پاته وو‪ .‬او اوس له ملحد او بې دینه او‬
‫بې کتابه کمونیزم سره جنګیدل‪ .‬مګر سبا به ئې له کافر‬
‫امریکا سره هم حساب تصفیه کاوو‪ .‬خو ددوی په رهبري‬
‫منل شوی د القاعده مشر "اسامه بن الدن" د اسالم لپاره‬
‫‪1115 of 1205‬‬

‫بل لوی بین املللي پالن درلود‪ ،‬چه هغه په ټوله نړۍ کې د‬
‫بین املللي جهاد اسالمي پالن وو‪.‬‬
‫دا پالن هغه وخت د افغانستان په خاوره کې د پیاده‬
‫کولو شکل ونیوو چه کله د افغانستان له خاورې څخه‬
‫ملحد کمونستان ووتل‪ .‬او بیا هم دا د افغانستان خاوره وه‬
‫چه پدې ځل د واقعي اسالم د الرې د مجاهدینو په‬
‫نظامي اډې واووښتله‪ .‬دا ځکه چه د افغانستان پاکې‬
‫خاورې خپل پاک ضمیره اوالد ندرلود‪ .‬بلکه د فوټبال توپ‬
‫ترې جوړ شوی وو چه د کمونستانو او د اخوانیانو له‬
‫پوښو الندې یو بل ته د افغانستان د هیواد عزت غورځاوو‬
‫او په پت او شرف ئې لوبې کیدلې‪.‬‬

‫آیا خپله )افغانان( چیرې وو‪ ،‬چه په وطن ئې لوبې کیدلې؟‬


‫که نوم ئې افغانستان وو‪ ،‬نو دا وطن به هم د افغانانو وو‪،‬‬
‫خپل فرهنګ به ئې درلود‪ ،‬خپل ملي روح به ئې هم درلود‪.‬‬
‫خپل ملي استقالل او ملي عزت به ئې هم درلود‪ ،‬ملي‬
‫شعور او ملي اتفاق به ئې هم درلود‪ .‬ځکه چه د وطن نوم‬
‫ئې د "افغانستان" وو‪ ،‬او خپل افغانستان به ئې په خپله‬
‫‪1116 of 1205‬‬

‫وینه ساته! خپله وینه به ئې د خپل دې سرتور هیواد په‬


‫پوښو کې تویه وله‪ ،‬نه چه د پردي کمونیزم او د پردي‬
‫اسالم لپاره ئې له خپل سرتور هیواد څخه مخ واړاوو‪ .‬چا‬
‫د "هورا !" او هغو نورو د "اهلل اکبر" نارې وهلې‪.‬‬

‫تاریخ وښودل چه افغانان له خپل هیواد څخه عاق شوي‬


‫وو‪ ،‬او دې وران هیواد دا د پردیو غالمان په خپلو سترګو‬
‫لیدلي او پیژندلي وو چه تر ابده پورې د بښلو نه وو‪ .‬او د‬
‫افغانستان په نوم د هیواد کاڼو بوټو ته د منلو نه وو‪.‬‬
‫دا پخپله‪ ،‬خپل هیواد ته دښمن شوو افغانانو وښودل‪ ،‬چه‬
‫دوی "تش په نوم افغانان وو“‪ ،‬مګر خپل فرهنګ ئې ندرلود‪.‬‬
‫خپل ملي روح او خپل ملي اتفاق ئې ندرلود‪ .‬د خپل ملي‬
‫استقالل شعور ئې ندرلود‪ .‬خپل ملي بیرغ او ملي سرود‬
‫ئې ندرلود‪ .‬خپل هغه ملي پوځ ئې ندرلود چه د وطن د عزت‬
‫لویه وړنګینه او هر افغان ته مقدسه ملنه د پردیو له تیریو‬
‫بیرته په خپل افغاني هوډ او په خپلو افغاني شعارونو او‬
‫په خپل افغاني غرور او غیرت او په خپل افغاني وینو‬
‫وساتي‪.‬‬
‫‪1117 of 1205‬‬

‫مګر افغانانو خپلې وینې د هغه پردي دښمن په پوښو کې‬


‫وغورځولې کوم چه دا هماغه دښمن وو چه دوی ئې د خپلو‬
‫افغاني میندو له پاکو شیدو څخه پردي کړي وو او پدې‬
‫لوی شرم او ذلت ئې دچار کړي وو‪ .‬دا هغه دښمن وو چه‬
‫خپلو پوښو ته ئې په سجده کوپ په غالمي په پیړیو پیړیو‬
‫غورځولي وو او په همدې ذلت ئې روزلي وو‪ .‬او بیرته ئې د‬
‫خپل افغانیت روح ته او د خپل وطن د عزت ساتلو پکر ته‬
‫پردي کړي وو‪ .‬خصوصا َ چه له خپل دننه اخالقي وجدان‬
‫څخه ئې حتی ناخبره کړي وو او په یوې معنوي خالیګاه‬
‫کې ئې له ټولو خپلو انساني مزایاوو حتی محروم کړي‬
‫وو‪.‬‬
‫داسې ئې ناخبره وساتل چه نور ئې نه د خپل وطن نوم او‬
‫مقام ساتلی شو‪ ،‬او نه هم د خپل سر‪ ،‬مال او د ناموس د‬
‫ساتلو وو‪ .‬آن تر دې چه د وطن ځمکې او د وطن رودونه‪ ،‬د‬
‫وطن ځنګلونه او شنه بوټي ئې وچ شول‪ .‬آسمان ال لعنت‬
‫پرې وایه‪ .‬خپل بارانونه ئې ‪ ۷‬کاله پرې ودرول‪ .‬مګر نه ئې‬
‫پام د کائیناتو په المحدوده همدې نظم او د همدې‬
‫الیتناهي په لوړ روحي معنویت شو چه ابدي ژوند ته ابدي‬
‫‪1118 of 1205‬‬

‫آهنګ بښي‪ ،‬او نه ئې هم پام په خپل ذلت او د خپل ذلت‬


‫په علتونو شول‪ .‬د زوال او اخالقي سقوط دردناکه تعریف‬
‫همدا دی چه نن ئې په خپل ژوند کې له خپله السه د‬
‫جهالت له تیارو څخه ویني‪.‬‬

‫***‬
‫‪1119 of 1205‬‬

‫‪01 Jan. 2005‬‬

‫د کال ملړۍ ورځ‪۲۰۰۵ ،‬‬

‫خبره ‪ ۲۵‬کاله مخکې د جدې شپږمه کال ‪ ۱۳۵۸‬د شوروي‬


‫پوځ د یرغل په هکله پیل شوې وه‪ ،‬چه د رادیوګانو له خوا د‬
‫څیړنې پروګرامونو کې مختلفې تبصرې راغونډې شوې‬
‫وې‪ .‬خو ما خپل نظر او د هغو کلونو د خپلو سترګو لیدلي‬
‫حاالت راتلونکو ته سپارلی‪ .‬او یقینا َ چه کله له نن څخه په‬
‫پیړیو وروسته که چیرې د یو چا له خوا لوستل کیږي‪ ،‬دا به‬
‫هغه وخت وي چه نه یوازې زما هډوکي به هم خاورې‬
‫شوي وي‪ ،‬بلکه ورسره به د تاریخ دا مرحله په وروسته پاته‬
‫پیړیو کې شمیرل کیږي‪ .‬مګر نه چه پدې مرحلې کې په‬
‫شوو خیانتونو هم قبر جوړ شي‪ ،‬کوم چه دا خیانتونه له‬
‫ژوند سره شوي دي او دا جرمونه له هیواد سره شوي دي‪.‬‬
‫خصوصا َ هر هغه سپیڅلي او پاک چه د الهي عبادت د‬
‫معنوي مقام له باوري وړنګینې مجموعې څخه په اخالقي‬
‫فضیلت یادیږي‪ ،‬مګر د افغانانو له خوا په پام کې ونه نیول‬
‫‪1120 of 1205‬‬

‫شول او د ګناه له تیارو څخه ئې سخت آزار ولید‪ ،‬چه له‬


‫یاده د وتلو ندي او له یاده وتلی نشي‪.‬‬
‫که ما د افغانانو کړې همدا ګناوې لیکلې نه وي نو‬
‫ما به ګناه کړی وي‪.‬‬
‫دا د هیواد غوښتنه ده چه مخاطب ئې د هر افغان‬
‫چه په هره پیړۍ کې وي د هغه خپل وجدان دی‪ .‬دا یو‬
‫تاریخي حساب او محاسبه هم ده‪ ،‬چه آیا افغانانو خپل‬
‫سر کوم وخت خپل ګریوان ته هم ټیټ کړی‪ ،‬چه دوی آیا د‬
‫وطن په آبادي کې ډیره برخه آخستې او که نه د خپل وطن‬
‫په وراني کې؟‬
‫کله چه زه د خپل هیواد ورانونکو دښمنانو ته دوستان‬
‫ووایم‪ ،‬نو ما به لویه ګناه کړې وي‪.‬‬
‫او کله چه مې افغانانو ته ”ښه" پرینښودل‪ ،‬او یا مې‬
‫له لیکلو وویستل‪ ،‬نو بیا زه مې بیرته له خپل ځانه پوښتم‬
‫چه‪:‬‬
‫آیا دا چه ما په افغانانو کې یو واحد ملي اتفاق لید‪،‬‬
‫مګر ومې نه لیکه؟ نو که مې لیدل او لیکلي مې نه وي‪،‬‬
‫نو ما حتما ً ګناه کړې ده‪.‬‬
‫‪1121 of 1205‬‬

‫له خپل هیواد او له خپل وجدان سره لویه دښمني‬


‫داده چه قلم مې دا درواغ لیکلي وي چه‪:‬‬
‫مونږ یو واحد "ملت" یو!‬
‫یا مونږ خپل هیواد آباد کړی دی‪ ،‬الکن د آبادي نښې‬
‫پکې نه وي‪ .‬او هغوی چه ولیکل چه مونږ افغانان یو‬
‫سرفرازه تاریخ لرو‪ ،‬نو هغوی د دروغو خپله ګناه لیکلې ده‪.‬‬
‫که چیرې افغانان دننه د خپل وران هیواد په وړاندې‬
‫خپل د شرم د اخالقي احساس او حیا فضیلت له السه‬
‫ورکړی وي‪ ،‬نو ئې هم له خپل هیواد سره دښمني کړې ده‬
‫او هم له خپل وجدان سره‪ ،‬چه پکې "انساني ښه" نشته!‬
‫که په دروغو دې "بد" ته د "ښو" تعریفونه جوړیږي او کله‬
‫چه په همداسې دروغو افغانان ال هم غولیږي او ګمراه‬
‫کیږي‪ ،‬نو بیا ددې رنګه دروغو د تشویق او غولونې عاقبت‬
‫اخالقي زوال دی‪ .‬دا له افغانانو سره دوستي نده‪ ،‬بلکه‬
‫دښمني ده! لکه څرنګه چه شاهد ئې بیرته همدا سرتور او‬
‫وران هیواد دی چه نن د همدغو افغانانو د جهالت او‬
‫شرارت له السه ګدایګر ترې جوړ شوی‪.‬‬
‫‪1122 of 1205‬‬

‫باید یاد ولرو چه دا یوازې د تیرو ‪ ۲۵‬کلونو کیسه او خبره‬


‫نده چه پدې هیواد کې د اخالقي زوال نښې هم د‬
‫کمونیزم‪ ،‬هم د مجاهدینو په نوم او یا د طالبانو په عنوان‬
‫ښکاره شو‪ ،‬بلکه دداسې اخالقي زوال ریښې د افغانانو‬
‫په ژوند کې له پیړیو څخه پخې شوې پاته وې‪.‬‬
‫ورانونکې دا نښې له ‪ ۲۵‬کلونو پخوا هم د خپل هیواد‬
‫د ځنګلونو په وهلو کې ښکاره کیدلې‪ .‬په ورځني ژوند کې‬
‫یو بل ته د فریب په ورکولو ښکاره کیدلې‪ .‬په هر کور کې د‬
‫ښځو په وهلو او تحقیرولو ښکاره شوې نښې وې‪ .‬د‬
‫ظلمونو د راز راز په ژبو او له رعیت سره د دولت په رشوت‬
‫او په زور زیاتیو‪ ،‬دا د کین او د فرار او د پټ انتقام له‬
‫زهرو سره په سینو کې ذخیره کیدلې‪.‬‬
‫کافي وو چه دا له یو بل څخه د بیزاري او په وطن کې د‬
‫فقر او بیکاري‪ ،‬د جهالت او بې سوادي الس ته د حزبونو‬
‫او تنظیمونو د جوړولو فرصت پیدا شي‪ .‬او دا فرصت د‬
‫دیموکراسي له کاذب نوم سره پیدا او اورګانایز شو‪ .‬چه‬
‫سینې وچاودلې‪ ،‬پکې ذخیره شوي جنایتونه‪ ،‬نفاق‪،‬‬
‫غالوې‪ ،‬چور او تجاوزونه میدان ته راووتل‪.‬‬
‫‪1123 of 1205‬‬

‫بیا د همدې حزبي او تنظیمي نفاق او جنایتونو له‬


‫اورونو او بهیدلو وینو څخه اوبدل شوی ځنځیر د‬
‫دیموکراسي غاړې ته هم ولوید‪ .‬او د اور سکروټې ئې تر‬
‫امریکا پورې ورسیدلې‪ .‬چه مرکز ئې بیا هم همدا‬
‫افغانستان وو‪ ،‬چه د افغانانو د پیړیو له خپل منځنی‬
‫شقاق‪ ،‬شرارت او د دښمنیو له جهالت او تیارو څخه ئې د‬
‫جرمونو‪ ،‬د مخدره موادو د قاچاق‪ ،‬د وړو هلکانو د‬
‫اختطاف شرمونه درلودل‪.‬‬

‫د طالبانو تر قدرت ته رسیدلو پورې د "کاشکې" دوه‬


‫مرحلې په افغانستان کې راغلې وې او لیدل شوې وې‪ .‬دا‬
‫هغه څه وو چه ځینو روشنفکرانو به ویل چه‪:‬‬
‫”د افغانستان د آبادي یوازنۍ الره د سوسیالیزم الره ده‪.‬‬
‫که چیرې افغانستان ته سوسیالیزم راشي نو به په‬
‫افغانستان کې بې سوادي او بې عدالتي له منځه والړ‬
‫شي‪ .‬نو کاشکې سوسیالیزم راشي‪ .‬مونږ باید د خپل‬
‫روشنفکري رسالت چه د وطن په وړاندې ئې په غاړه لرو‬
‫باید سرته ورسوو ‪.“! ...‬‬
‫‪1124 of 1205‬‬

‫او ځینو روشنفکرانو یوازې د سوسیالیزم د کتابي لوړو‬


‫انساني خبرو او د اقتصادي عادل سیستم په زړه پورې‬
‫خبرې لکه یو رنګه عبادت ګڼلې‪ ،‬او لکه دعا په "کاشکې"‬
‫ئې خپله تمنا له همداسې پاکې دعا سره په خوشبیني یو‬
‫ځای کوله‪ .‬البته دا خوشباوره او پاکدله کسان مالمت نه‬
‫وو‪ .‬کله به ئې چه د سوسیالیزم له تیوری څخه ولوستل چه‬
‫"سوسیالستان دروغ نه وائی“‪ ،‬دا خبره پاکه خبره وه او د‬
‫هر پاکدله خوښیدله‪ .‬مګر کله چه د سوسیالیزم عملې څپې‬
‫له مرګ او شکنجو سره ملړی په کابل او بیا په افغانستان‬
‫کې راغلې‪ ،‬نو بیا هم په ځینو بیطرفه روشنفکرانو کې دا‬
‫هیله پرته وه چه "ممکن" د ماسکو د کمونیزم به پرې پام‬
‫شي او د افغانستان د افغاني کمونستانو ددې وحشت‬
‫مخه به ونیسي‪ .‬مګر په عمل کې "تیوري" او "عمل" په‬
‫تضاد کې وو‪ .‬له یوې خوا چه کمونستانو دروغ ویل او‬
‫کودتا ته ئې د انقالب نوم ورکړ‪ ،‬ورسره دهمدغو دروغو‬
‫یوازنی مالتړ د ماسکو کمونستان هم میدان ته راووتل‪.‬‬
‫پدې توګه د افغانستان د آبادي د سوسیالیزم الره او همدا‬
‫"کاشکې" عملي شوله‪ ،‬چه له ځانه ئې د افغانستان په‬
‫‪1125 of 1205‬‬

‫خاوره کې ادیرې پریښودلې‪ .‬او په افغانستان کې تر هغه‬


‫وخته کوم څه چه آباد شوي وو‪ ،‬سوسیالیزم د آبادولو او د‬
‫آبادۍ په ځای هماغه آباد هم ال په کنډوالو واړول او بیا‬
‫کمونیزم له افغانستانه اووت‪.‬‬
‫فرق دا وو چه‪:‬‬
‫هغو وطندوستو روشنفکرانو چه د وطن آبادي غوښتله‬
‫او په همدې پاک مقصد ئې د سوسیالیزم د نظریاتو‬
‫هرکلی کاوو‪ ،‬او هغوی چه د خپلو ”خودخواهیو‪ ،‬قدرت‬
‫خواهیو او شهرت" لپاره د سوسیالیزم د جهاني نوي‬
‫فکري جریان له ولولو څخه ئې د ځان په ګټه او هم ئې‬
‫پدې جریان کې د ځان غوښتنې د فریب کاري مساعد‬
‫شرطونه لیدل‪ ،‬نو ئې دا فرصت په نښه کړ‪ ،‬کوم چه هم د‬
‫وطن پاک نوم او هم د روشنفکري توانمندې هیلې دواړه د‬
‫داسې خودپرستانو لپاره په زړه پورې وسیلې وې‪ .‬چه هم‬
‫ئې پدغو پاکو نومونو خپل ناپاکه باطني مقصد پوښلی‬
‫شو او هم ئې د وطن په نوم خپل سیاسي مخالفین له‬
‫منځه وړلی شولی‪ .‬او د یو دیکتاتور کادر په راس کې ئې‬
‫چه کله ځان او ځانونه د هماغو روشنفکرانو په وینو لړل‪،‬‬
‫‪1126 of 1205‬‬

‫نو دوی خپل مراد او مقصد ته رسیدل‪ .‬ځکه چه له‬


‫روشنفکرانو او له خپلو پلویانو څخه ئې هغه قاتالن جوړ‬
‫کړل‪ ،‬چه نور ددوی ځای په خلکو کې نه وو‪ .‬د خلکو‬
‫دښمني ئې ګټلې وه او چه باید تر آخره پورې له خپلو‬
‫السو څخه وسلې لیرې نکړي او خپل اقتدار په وسلو او د‬
‫شکنجو په وسایلو وساتي‪.‬‬
‫همدا الره په افغانستان کې امتحان شوله چه د‬
‫جنایتونو الره وه او د وطن وراني ئې له ځانه پریښودله‪.‬‬

‫زما یاد شي چه ما ته د اعلحضرت ظاهر خان خبره د‬


‫هغه یو نژدې فامیلي شخص وکړه‪ ،‬داسې چه‪:‬‬

‫”د ‪ ۱۹۶۰‬لسیزې په اوږدو کې چه کله حزب او حزب بازۍ‬


‫جوړیشولې او خصوصا َ چه د کابل پوهنتون د مظاهرو‬
‫مرکز وګرزید‪ ،‬او د درسونو ځای حزبي او سیاسي‬
‫مظاهرو ونیوو‪ .‬تصادفا َ یوه ورځ له اعلحضرت سره چه په‬
‫موټر کې پغمان ته تللو لدغو مظاهرو سره مخامخ شولو‬
‫چه د یوې ډلې په السو کې سره بیرغونه وو او "مرګ په‬
‫ارتجاع او مرګ په امپریالیزم" نارې ئې وهلې او د بلې‬
‫‪1127 of 1205‬‬

‫ډلې په السو کې شنه بیرغونه وو د "اهلل اکبر“ او "مرګ په‬


‫بیدینو کمونستانو“چیغې ئې وهلې‪ .‬ما اعلحضرت ته غلي‬
‫په موټر کې وویل چه‪:‬‬
‫’آغا الال! تاسې د دغو کمونستانو په السونو کې دا سره‬
‫بیرغونه ونه لیدل؟ دا لوی خطر دی‪ .‬آیا د مخنیوي لپاره‬
‫ستا خاموشي بل خطر ندی؟ ‪ .“! ...‬ماته ئې هیڅ ځواب‬
‫رانکړ‪ .‬اعلحضرت موټراون ته برعکس د سروبي د‬
‫استقامت په تلو هدایت ورکړ‪ ،‬چه هلته اعلحضرت یوه‬
‫ځمکه د "چای" د کرلو لپاره په تجربه ټاکلې وه‪ .‬خو ډیر‬
‫وروسته چه کله مونږ دواړه په یو مناسب ځای کې‬
‫کشیناستلو‪ ،‬نو ما خپله خبره بیا تازه کړه‪ .‬اعلحضرت‬
‫ځواب راکړ چه‪:‬‬
‫’ګوره! نن په ټول جهان کې د کاپیتالیزم د زړې الرې‬
‫چه امپریالیزم ئې له ځان سره درلود‪ ،‬ځای نوې الرې‬
‫نیولی‪ .‬که دا نوې الره په هر نوم یاده شوې هم وای‪ ،‬مګر‬
‫جهانیانو چه اوس اوس خپل سرنوشت د ملي استقالل او‬
‫د آزادي په ګټلو کې لیدلی دی او دا هیوادونه د هماغه‬
‫‪1128 of 1205‬‬

‫استعمار او کاپیتالیزم او بیا د امپریالیزم له منګلو څخه‬


‫آزاد شوي دي‪ ،‬نو بیرته هغه الره نغواړي‪.‬‬
‫او کله چه خبره په کابل کې هم د سرو بیرغونو ده‪ ،‬دا‬
‫زه نورمال ګڼم‪ .‬او دا بهتره ګڼم چه مخه ئې ونه نیول شي‪.‬‬
‫که مونږ ئې مخه ونیسو‪ ،‬مانا به ئې دا وي چه د لیندیۍ‬
‫تار به ال ډیر کش کړل شي او په لینده کې د سوسیالیزم د‬
‫سرو بیرغونو غشي به ال د توندې ضربې قوت ومومي‪.‬‬
‫د سوسیالیزم الره نه په افغانستان کې او نه هم په‬
‫جهان کې د پولیس په زور نیول کیدلی شي‪ .‬زه تاته دا‬
‫خبره کووم چه له یاده د ونه اووځي‪ ،‬دا ډیره بهتره ده چه‬
‫سوسیالیزم او کمونیزم حتما َ افغانستان ته راشي‪ .‬دا پدې‬
‫مقصد چه ددې نوې کاسې نوې ډوډۍ مزه یو ځل په عمل‬
‫کې پخپله افغانان وویني‪ .‬او پخپله افغانان ئې باید پخپله‬
‫له خپلو خولې څخه توه کړي‪.‬‬
‫دوهم دا چه‪ :‬که تا په الره کې د سرو بیرغونو خطر ته‬
‫اشاره وکړه‪ ،‬مګر یاد لره چه زه خطر په شنو بیرغونو کې‬
‫وینم‪ .‬ځکه چه نن زمونږ هیواد د جماتونو د ساده مالیانو‬
‫ځای دی‪ ،‬چه دوی پاکدله او بیطرفه کسان دي‪ ،‬مګر دادی‬
‫‪1129 of 1205‬‬

‫چه له هغه ساده توب څخه په وتلو دي‪ .‬نن خطر د دین په‬
‫نوم‪ ،‬مګر دا سیاسي شوی مال دی‪ ،‬چه د سیاسي‬
‫اخوانیزم په خطر آووښتی دی‪ .‬ددوی خطر ددوی په الس‬
‫کې د دیني عوام فریبي وسیلې دي‪ ،‬چه د افغانستان‬
‫ساده او عوام خلک ئې خبرې د دین په نوم ډیر ژر‬
‫مني…’“‪.‬‬

‫د دوهم د "کاشکې" مرحله او ترې پاته تجربه هم افغانانو‬


‫ولیدله‪ ،‬چه هغه مرحله د "مجاهدینو" د اقتدار په نوم نومول‬
‫کیږي‪.‬‬
‫ځکه چه د افغانستان خلکو د کمونیزم له کاسې څخه‬
‫وڅټل او بیرته ئې توه کړل‪ .‬اوس به د دغو بیدینه‬
‫کمونستانو ځای د "اسالم دین" نیوو‪ ،‬چه مجاهدینو ګټلی‬
‫وو او د مجاهدینو اسالم د ماسکو بیدینه کمونیزم ته‬
‫شکست ورکړی وو‪ .‬بیدینه کمونستان او کمونیزم ډیر ظالم‬
‫وو‪ ،‬د افغانستان د خلکو کلي ئې وران کړي وو او دادی‬
‫چه د خلکو د دوهم کاشکې دعا منل شوې وه‪ ،‬د ظلم او‬
‫بیدیني الره ورانه شوې وه‪ .‬اسالم ته د کمونیزم له خوا‬
‫‪1130 of 1205‬‬

‫پیښ شوی خطر له منځه تللی وو‪ .‬او دادی چه مجاهدین‬


‫کابل ته رارسیدلي وو او د اسالم د مبارک دین د "اهلل‬
‫اکبر" چیغې د مجاهدینو د الس د ماشیندارو له مرمیو او‬
‫توندو ډزو سره د کابل ځمکه او آسمان لړزول‪ .‬ورسره‬
‫کورونه چور کیدل‪ ،‬الرروي په الر کې درول کیدل وهل کیدل‬
‫او جیبونه یې تشیدل‪ .‬او الس بالخره ښځو ته هم نژدې‬
‫شو‪.‬‬
‫نو یو وار بیا خلکو یو بل آرمان وښود او واقعي اسالم یې‬
‫غوښت‪ .‬خو دا واقعي اسالم خلکو نه لید‪ ،‬ورک شوی وو‪.‬‬
‫اوس نو خبره دا وه چه دا متجاوز او وحشي مجاهدین به‬
‫څرنګه ورک شي؟ د خلکو سترګې بیرته د شوروي پوځ ته‬
‫واووښتلې‪ ،‬که ګوندې دا اوس بیرته افغانستان ته راشي‬
‫او دوی د مجاهدینو له چور‪ ،‬له وهلو ټکولو‪ ،‬په سړکونو کې‬
‫د پاټکونو‪ ،‬د کور له غالوو او په ناموس له تجاوزونو څخه‬
‫وژغوري‪.‬‬
‫مګر کله چه د دوی دا دعا قبوله شوې نه وه‪ ،‬کابل د‬
‫مجاهدینو له خوا تر خپلو منځونو او کوڅه په کوڅه په‬
‫جنګونو په کنډواله واووښت‪ .‬د خلکو امید شکیدلی وو‪.‬‬
‫‪1131 of 1205‬‬

‫یوازې په دعاګانو کې د زاریو ځای پدې خبرې چه؛ "د‬


‫دوی په دعاوو د آسمانونو ورونه تړل شوي دي“‪ .‬مګر که‬
‫ګوندې خدای یوه معجزه وکړي او دوی ته له مجاهدینو‬
‫نجات ورکړي‪.‬‬
‫دا معجزه پیدا شوله‪ ،‬چه نوم ئې "طالبان" وو‪.‬‬
‫تر دې وخته په ټول افغانستان کې یو نوی داسې‬
‫مقتدر نوم او قوت پیدا شوی وو چه په افغانستان کې له‬
‫نورو خلکو څخه لوړ وو‪ ،‬په وسلو قوي وو‪ ،‬هم د پیسو‬
‫خاوندان وو او هم د اسالم د جهاد په لوړ تخت ناست وو‪.‬‬
‫دا مقتدر قوت چه د جهاد په کلونو کې پیدا شو هماغه‬
‫مجاهدین وو‪.‬‬
‫خو لدغو مجاهدینو د غلو داسې ډله جوړه شوله چه‬
‫نه په کابل کې او نه هم په کلیو کې یو څوک په ډاډه زړه‬
‫له یوځای نه بل ځای ته تللی شولی‪ .‬چه هم په شپه او هم‬
‫په رڼا ورځې همدغو مجاهدینو الرې نیولې وې‪ .‬بل داسې‬
‫قوت په ټول افغانستان کې نه وو چه لدوی سره د مخامخ‬
‫جنګ کولو زړه وکړي‪.‬‬
‫‪1132 of 1205‬‬

‫مګر دا قوت باالخره پیدا شو‪ ،‬چه طالبان وو‪ .‬خام خام‬
‫ځوانان وو او د واقعي اسالم پابند په مطلق اکثریت ناداره‬
‫کلیوال وو‪.‬‬
‫دا طالب نومی مخلوق د افغانستان د خوارو سپیرو‬
‫جماتونو واقعي څهره وه‪ .‬د افغان د رټل شوي ژوند یوه‬
‫اسالمي مجسمه وه‪ .‬خو د یو ساده ژوند له سینې څخه‬
‫پورته شوې پردۍ ناره وه‪ .‬او چه د ځیرکو مالیانو په‬
‫شیطاني السونو کې یوه نه ماتیدونکې تیره وسله شوله‪.‬‬
‫د طالب نوم عقیده وه‪ ،‬بریښنا او صاعقه وه‪ ،‬افسانه‬
‫او معجزه وه‪ .‬لکه پاڅیدلی خاموش توپان چه د هر‬
‫آخستي ګام مخې ته ئې د مجاهدینو له خوا د الرو د سر‬
‫جوړ شوي اوسپنیزه پاټکونه او دا د کبر ځنځیرونه دړې‬
‫وړې کیدل‪ .‬د همدې غال او غدیو سنګرونه فتحه کیدل‪ .‬او‬
‫په همدغه توپاني سرعت دا معجزه شوی د طالب نوم له‬
‫کندهار څخه تر هرات او تر شمال پورې راورسید‪.‬‬
‫کابل ته د مجاهدینو د څلورو کلونو د جنګ په اوږدو‬
‫کې هومره وسلې راوړل شوې وې چه لدې اوړ کابل نه د‬
‫‪1133 of 1205‬‬

‫وسلو انبار جوړ شوی وو‪ .‬او کابل د باروتو په سر پروت‬


‫وو‪.‬‬
‫طالبانو ګام په ګام وسلې ټولې کړلې چه دا کار بې‬
‫له همدې معجزې نه له خوب او خیال څخه وتلی آرمان وو‪.‬‬
‫چه ګوندې له افغانستان څخه وسلې ټولې شي‪ .‬خصوصا َ‬
‫کابل چه د چارآسیا له ‪ ۸‬کیلومتري فاصلې نه د ګلبدین‬
‫حکمت یار په مشري اسالمي حزب ‪ ۴‬کاله د راکټونو له‬
‫باران الندې نیولی وو‪ .‬څوک نپوهیدل چه د ‪ ۵‬دقیقو په‬
‫زماني واحد کې به دا بل راکټ په چا او چیرې لګي؟ څلور‬
‫کاله همدا کار وو‪ .‬مګر دا قوي د جنایتونو سنګر په‬
‫چارآسیا کې د طالبانو له خوا په یوه ورځ کې له منځه‬
‫ویوړل شو او ګلبدین په نیمه شپه د سروبي په لور‬
‫وتښتیده‪ .‬چه سروبي هم د نوموړي د مجاهدینو لوی‬
‫سنګر وو‪ .‬د کابل ‪ -‬جالل آباد لویه الره ددوی په ولکه کې‬
‫وه او پاټکونه پکې جوړ شوي وو‪ ،‬غالوې او مرګونه ئې‬
‫سرته رسول‪.‬‬
‫په همدې ملړي کال ‪۱۹۹۵‬م چه دوی کابل ته راغلل‬
‫مګر د جمعیت اسالمي قوماندان د "احمد شاه مسعود"‬
‫‪1134 of 1205‬‬

‫نظامي قواوو پسې واخستل او له کابل نه ئې وویستل‪.‬‬


‫مګر په کال ‪۱۹۹۶‬م کې بیا راغلل او طالبانو کابل ونیوو‪.‬‬

‫ددې لنډو حادثو اصلي مطلب دادی چه طالبان هر چیر ته‬


‫هرکلي شول‪ .‬د هرکلي علت امنیت وو‪ ،‬خلکو یوازې امنیت‬
‫غوښت او بس‪ ،‬نور پدې پسې نګرزیدل چه سبا څه کیږي‪.‬‬
‫خصوصا َ چه خبره د پایتخت کابل ده‪ ،‬ددوی د ملړي کال د‬
‫قدرت په الس کې د کابل د اوسیدونکو د زړونو په فتحه‬
‫کولو مهم هغه څه چه وشول د کابل د مطلق امنیت د‬
‫ټینګیدلو مهم کار وو‪.‬‬
‫پوښتنه داده چه طالبان چا ته منلي وو او چا ته نه؟‬
‫طالبانو امنیت راوستی وو او خلکو ته د همدې کار‬
‫په علت منلی وو‪.‬‬
‫د امنیت واقعي مفهوم په افغانستان کې پدې ملي او‬
‫شعوري مطلب نه وو‪ ،‬چه خلکو د خپل هیواد د آبادي لپاره‬
‫امنیت غوښت‪ .‬داسې آرمان د افغانستان په نوم د هیواد‬
‫په ټول تاریخ کې سند نلري‪ .‬بلکه دې مسلمان اُمت پدې‬
‫خاطر امنیت غوښت چه دوی د اسالمي فریضو د ادا‬
‫‪1135 of 1205‬‬

‫کولو په خاطر امنیت ولري او د اسالم له الرې خپلې‬


‫شخصي ګټې تر السه کړي‪ .‬چه پکې کسمونه او فریب‬
‫عادت شوی وو او هم د دولتي مسئولینو لپاره د دولتي‬
‫کارونو مخې ته د شوکې امکان پیدا شي‪ .‬چه هغه "لوټه‬
‫په اوبو کې د کیښودلو او د تیریدلو" همیشنی رسمي الره‬
‫وه‪.‬‬
‫ځکه وو چه د طالبانو په امنیت راوستلو نور د خلکو‬
‫کار او بار‪ ،‬کورونو او اسالم ته نور خطر نه وو‪.‬‬
‫هغه اقلیت چه د طالبانو د کارونو لپاره د غربي ژوند‬
‫او دیموکراسي او یا د بشري حقونو تله جوړوله چه ګویا‬
‫ملړنی فشار په ښځو ده‪ .‬یا سینما‪ ،‬تیاتر‪ ،‬موزیک‪ ،‬عکسونه‬
‫یې منعه کول او د ګیرو پریښودل ئې د دیموکراسي او‬
‫حقوق بشر ضد او دښمن کارونه ګڼل‪ ،‬له یو حقیقت نه‬
‫هغوی سترګې پټولې کوم چه هغه حقیقت اسالم وو‪ .‬پدې‬
‫مانا چه که د افغانستان خلک په اسالم تړل شوي وو‪ ،‬نو‬
‫طالبان د اسالم په بنیاد تړل شوي وو‪ .‬او هغه اسالم ئې‬
‫غوښت چه د اسالم پیغمبر کړي وو‪ .‬د اسالم د پیغمبر په‬
‫وخت کې که سینما‪ ،‬موزیک‪ ،‬تیاتر او عکاسي نه وه‪ ،‬نو‬
‫‪1136 of 1205‬‬

‫باید په مسلمان افغانستان کې هم نه وي‪ .‬او که محمد‬


‫ګیره درلودله‪ ،‬نو دا یو سنت وو‪ ،‬باید مسلمان افغانانو هم‬
‫له ګیرو سره ژوند ته پام لرلی وای‪ .‬ځکه چه خبره د‬
‫طالبانو نه وه‪ ،‬خبره د اسالم د مبارک دین وه او طالبان د‬
‫اسالم سرسپارلي پیروان وو‪ ،‬نه چه طالبانو د خپلې‬
‫خوښې لپاره خلک ګیرې او ملونځ ته غوښتل‪ .‬دا د اسالم‬
‫مبارک فرمان وو چه مسلمانانو به خامخا ترسره کاوو‪.‬‬
‫طالبانو د خدای همدا امر سرته رساوو‪.‬‬
‫په اسالم کې د دیموکراسي له خوا هغه نوم چه د یو‬
‫انسان د مدني او بشري حقونو لپاره آزادي په نظر کې‬
‫لري‪ ،‬او حتی ښځې هم په همدې ګناه کې شریکوي چه‬
‫مخ لوڅې وګرزي او کارونه وکړي او یا یو نارینه خپله‬
‫ګیره وخریي یا موزیک واوري او په سینما کې نیم لوڅې‬
‫ښځې وویني ګناه ده او ټول منعه دي‪ .‬طالبانو همدا‬
‫اسالم غوښت‪.‬‬
‫ګیره‪ :‬یانې په کابل کې د شهري فرهنګ له مخې په‬
‫هغو کسانو کې د ګیرو خرییل او ورسره د دریشیو‬
‫آغوستل او د نکټایی تړل رواج شوي وو چه کله په ملړي‬
‫‪1137 of 1205‬‬

‫ځل امیر حبیب اهلل خان په کابل کې په خپل نوم "حبیبه"‬


‫مکتب جوړ کړ‪ .‬او کرار کرار د مکتب شاګردانو او بیا په‬
‫کابل کې د پوهنتون محصلینو او د عسکري لیسه او‬
‫عسکري پوهنتون لوستونکو کې د ګیرې ځای دریشي‬
‫ونیوو او هم د دولت په مامورینو کې همدا د شهري‬
‫فرهنګ نښې ښکاره شولې‪ .‬مګر پخپله زمونږ اکثره‬
‫پاچایانو ګیرې درلودلې‪.‬‬
‫ګیره په افغانستان کې چه خصوصا َ د کلي فقر‬
‫وهلی ژوند وو‪ ،‬دا د همدې فقر نښه وه چه د خرییلو کوم‬
‫مناسب او دوامدار وسایل ئې ندرلودل‪ ،‬نه دا چه اسالمي‬
‫وجیبه وه‪ .‬له کابل نه پرته افغانستان چندان ښارونه‬
‫ندرلودل‪ .‬پخپله کابل هم یو داسې ښار نه وو چه د ښار‬
‫عصري او ضروري لوازم او الزم معماري او د مهندسي‬
‫په شرطونو جوړ شوی ښار وي‪ ،‬او اوسیدونکي ئې هم په‬
‫مدرن ژوند او د مدنیت په مدني وسایلو دومره تربیه شوي‬
‫او یا آموخته شوي وي چه اوس د طالبانو د ګیرو د‬
‫پریښودلو د جبري فرمان په ضد ټول ښار او اوسیدونکو‬
‫ته د منلو نه وي‪ .‬بلکه برعکس کابل چه یو څو دکانونه‬
‫‪1138 of 1205‬‬

‫درلودل‪ ،‬مګر په همدې کابل کې ځینو اوسیدونکو به له خپل‬


‫خپل کلي څخه غواګانې راوستلې چه له شیدو څخه ئې‬
‫استفاده وکړي‪ .‬همداسې ډیرو ځوانانو په کابل کې د‬
‫ګیرو په پریښودلو د ګیرو د خرییلو له عذاب څخه نجات‬
‫موندلی وو‪ .‬که دوی دریشۍ هم درلودلې دا دریشۍ وې‬
‫چه پدوی د یو واړه ماحول له خوا تحمیل شوی لباس وو‪.‬‬
‫مګر د دوی د دروني ژوند او د تمایالتو اصلي غوښتنه د‬
‫کلیو کالي وو‪ ،‬نه دریشۍ‪ .‬په نتیجه کې مطلق اکثریت ته د‬
‫طالبانو فرمان او د طالبانو اسالم پردی نه وو‪.‬‬

‫ورسره کله چه د افغانستان له اوسیدونکو څخه خبره‬


‫کیږي واقعیت د کلیوالو خلکو د هغه قاطع اکثریت د خلکو‬
‫خبره ده چه دوی په جماتونو‪ ،‬په اسالم په بیسوادي‪ ،‬په‬
‫اسالمي مدرسو تړل شوي مسلمانان دي‪ .‬پدې قاطع‬
‫اکثریت او کلیوالي ژوند کې کابل یو څاڅکی وو او دا‬
‫قاطع اکثریت په اسالم او د اسالم د مراعات په تیرو پیړیو‬
‫اوږدو زمانو تړلي وو‪ .‬کابل کې خو ډیر وروسته یوازې د‬
‫کابلیانو د ښاري ژوند او واړه فرهنګ نښې ښکاره شوې‬
‫‪1139 of 1205‬‬

‫وې چه هم همدا فرهنګ د افغانستان کلیوالي اکثریت‬


‫ژوند ته پردی وو او هم مکتبونه او د کابل د پوهنتون مدني‬
‫او علمي افکار پردي وو‪.‬‬
‫خصوصا َ چه خلکو هر فساد له کابل څخه لید‪ .‬له‬
‫همدغو مکتبونو څخه ئې د دولت مامورین په ظلم لیدل چه‬
‫خلکو ته به دا له مکتب څخه فارغ شوي حاکمان‪ ،‬قاضیان‬
‫او مامورین ورتلل او ددوی د الس له محصول څخه به ئې‬
‫د رشوت تمه درلودله‪ .‬بیا چه د کمونیزم غږونه هم له همدې‬
‫کابل څخه پاڅیدل‪ .‬که پرون ظالم مامورین له کابل څخه‬
‫ورتلل‪ ،‬مګر دادی چه اوس له همدغه کابل څخه طیارې‬
‫ورتللې او په خلکو ئې بمونه غورځول‪.‬‬
‫کله چه طالبانو له کابل څخه مجاهدین وشړل او‬
‫مجاهدین پسله له څلورو کلونو خپل منځي جنګونو نه له‬
‫طالبانو څخه په بیړه او تلوار وتښتیدل‪ ،‬مګر طالبانو ته ئې‬
‫یو وران شوی د کابل کنډوالې پریښودلې‪ .‬او طالبانو د‬
‫کابل کنډواله شوي کورونو او تعمیرونو ته په خوښي کتل‪.‬‬
‫دا ځکه چه جماتونه ړنګ شوي نه وو‪ .‬طالبانو غوښتل چه‬
‫نور جماتونه هم پکې جوړ کړي‪ .‬طالبانو اسالم غوښت‪.‬‬
‫‪1140 of 1205‬‬

‫خصوصا َ چه اسالم په کابل کې کمزوری شوی وو او‬


‫ځای ئې د کمونیزم تأثیراتو نیولی وو‪ .‬د کمونیزم افکار د‬
‫مکتب او مکتبیانو په سینو کې ځای نیولی وو او اسالم ته‬
‫په خطر آووښتی وو‪ .‬نو نتیجه دا وه چه طالبانو د کابل هر‬
‫اوسیدونکي ته د شک په سترګه کتل‪ .‬پدې مانا چه آیا کوم‬
‫پټ کمونست خو به نه وو؟ او که کمونست هم نه وي‪ ،‬مګر‬
‫د بیدینه کمونیزم په کلونو کې ئې د بیدیني هوا تنفس کړې‬
‫وه‪ .‬د کمونیزم په محیط او ماحول کې ئې ‪ ۱۴‬کاله ژوند تیر‬
‫کړی وو‪ .‬نو باید دوی سر له نوي د اسالم په قمچینو "په‬
‫ُدرو" تربیه کړل شي! داسې چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬هر جمات کې د ملانځه د وخت لست او حاضري باید‬
‫اجرا شي‪ .‬چه آیا له کوم کور څخه څوک ملانځه ته تللی‬
‫ندی؟ د جمات مال باید د طالبانو مفتشینو ته د حاضري د‬
‫لست راپور ورکړي‪.‬‬
‫‪ .۲‬د سر ویښتان‪ ،‬دا هم د کابلیانو د پخواني بیدیني او‬
‫کمونستي مهمه نښه ده‪ .‬خو باید د طالب مفتشین په‬
‫کوڅو کې وګرزي او که چا به د سر ویښتان اوږده وو‬
‫ملړی به ئې د شریعت په شرعی ُدرو وواهه او بیا به ئې د‬
‫‪1141 of 1205‬‬

‫هغه نفر د سر ویښتان ځای ځای داسې قیچې کړل چه‬


‫یو عجیبه مخلوق به ترې جوړ شو‪.‬‬
‫طالبانو ته کابل د ګناهکارانو ځای وو‪ .‬دوی کابل ته‬
‫او د ګناه د تیارو دغه پایتخت ته د اسالم د مبارک دین‬
‫نور او وړنګې راوړې وې‪ .‬طالبانو ته پدغه لوی افغانستان‬
‫کې د بیدیني د شک ځای یوازې او یوازې همدا کابل او د‬
‫کابل اوسیدونکي‪ ،‬خصوصا َ ځوانان وو‪ .‬نور طالبانو په‬
‫ټول افغانستان کې کوم پرابلم ندرلود‪ .‬ځکه چه ټول شکر‬
‫مسلمانان وو‪.‬‬
‫‪ .۳‬دا کابل وو چه د کفر ځایونه "سینما ګانې" پکې‬
‫جوړیشوې وې‪ .‬موزیک او عکاسي په همدې ښار کې وې‪.‬‬
‫چه د کابل ګناهکارو اوسیدونکو به ئې سیل کاوو‪.‬‬
‫‪ .۴‬سپیان؛ حضرت پیغمبر فرمایلي وو چه؛ "په هغه کور‬
‫کې چه یا عکسونه وي او یا سپیان وي‪ ،‬نو د آسمان‬
‫مالیکې هغو کورو ته نه ورځي“‪ .‬طالبانو دواړه منع کړل‪.‬‬

‫او پدې توګه افغانستان کې واقعي اسالم راغلی وو‪ .‬خلک‬


‫بیحده راضي وو‪ ،‬امنیت راغلی وو‪ ،‬خلک بیحده خوښ‬
‫‪1142 of 1205‬‬

‫وو)د خلکو څخه مطلب مطلق اکثریت دی(‪ .‬له طالبانو‬


‫سره حزب او حزب بازۍ ورکې شوې وې‪ .‬طالبانو خپل‬
‫بیرغ ته سپین رنګ ټاکلی وو او هر رنګه رنګونه ئی له بیرغ‬
‫نه مینځلي وو‪.‬‬
‫ښځه‪ :‬ښځه د یو مبارک حدیث له مخې چه مبارک‬
‫پیغمبر فرمایلی وو چه‪" :‬ښځه به په کورونو کې پاته وي‬
‫ځکه چه بهر د نرانو نفساني خواهشات پاروي‪.‬‬

‫په افغانستان کې د ښځې مسئله بیا هم یوازې په کابل‬


‫کې د اسالم له احکامو د تخطي موضوع وه‪ ،‬نه په بل‬
‫ځای کې‪ .‬په مکتبونو کې د نجونو اشتراک‪ ،‬معلمینې‪ ،‬د‬
‫ښځو ډاکترانې‪ ،‬د دولت مامورینې‪ ،‬او په ښار کې په لوڅ‬
‫مخ ګرځیدلو ځای وو کابل‪.‬‬
‫ورسره د طالبانو مطلق اکثریت چه پښتانه وو‪ ،‬نو په‬
‫کابل کې ئې د فارسي ژبو په ضد خصوصا َ د ځوانانو په‬
‫باره کې د یو انتقام " ژبنۍ عقده " هم درلودله‪ .‬بیا چه په‬
‫کابل کې د "شعیه" مذهبو هزاره قام د جماتونو او آذانونو‬
‫په وړاندې هم په مذهبي لحاظ او هم له نژادي اړخه د‬
‫‪1143 of 1205‬‬

‫طالبانو په سینو کې د دښمني سکروټې درلودلې‪ .‬چه نه‬


‫ئی "شعیه مذهب" اسالم ګاڼه‪ ،‬حتی د اسالم په ضد او د‬
‫اسالم دښمن یې ګاڼه‪ .‬ورسره د هزاره قام کورونو ټول‬
‫کابل اشغال کړی وو‪ .‬دوی ته د شعیه مذهبو جماتونه او‬
‫آذانونه د زغملو نه وو‪.‬‬
‫طالبانو بیا نومونو ته هم پکر شو چه نومونه باید‬
‫اسالمي وي‪ ،‬ځکه چه په کابل کې غیر اسالمي نومونه په‬
‫تیرو کلونو کې رواج شوي وو لکه‪” :‬بیژن‪ ،‬کنیشکا‪،‬‬
‫هوشنګ او … یا په ښځو کې لکه میترا‪ ،‬یلدا‪ ،‬سوما او‬
‫نور …“‪.‬‬
‫مګر دا کافي وو چه یو افغان د طالبانو اسالمي ګیره‬
‫پریږدي‪ ،‬پنځه وخته ملونځ وکړي‪ ،‬سر ئې په پټکي تړل‬
‫شوی وي او د پاکو جامو له آغوستلو ئې الس مینځلي‬
‫وي‪ ،‬نور نو که هر رنګه قاچاق کوي‪ ،‬او د هیواد ځنګلونه‬
‫وهي‪ ،‬او هر هغه کار چه وطن ته له هرې الرې ضرر‬
‫رسوي په ټوله مانا هغه مسلمان په خپلو کارونو کې آزاد‬
‫وو‪.‬‬
‫‪1144 of 1205‬‬

‫د هیواد د ټولو اوسیدونکو اسالمي آرمان د طالبانو‬


‫له اسالم سره ترسره شو‪ .‬امنیت د غلو د السونو په فوري‬
‫پریکولو په هماغه ورځ‪ ،‬غال او غله ورک شول‪ .‬په کابل کې‬
‫د ښځو په سنګسارولو او یا په ماشیندار په قتل رسولو په‬
‫مراسمو کې به هر ځل د کابل پخوانی د فوټبال ستدیوم د‬
‫کابل له اوسیدونکو څخه ډک شوی وو‪ .‬داوو د مسلمانو‬
‫افغانانو دژوند کاسه چه ددې هیواد اوسیدونکي وو‪.‬‬
‫ددوی د ژوند آرمان‪ ،‬د ژوند د واقعي څهرې تاریخي او‬
‫فرهنګي ظرفیت‪ ،‬چه نه ئې د خپل وطن ملي فرهنګ او نه‬
‫ئې د انساني ژوند او پکر تاریخ درلود‪.‬‬

‫او هاخوا چه کله خبره د اسالم شي‪ ،‬نو نه اخواني‬


‫اسالمي احزابو او نه هم طالبانو د یوویشتمې پیړۍ په‬
‫معیارونو برابر نه کوم انساني پالن‪ ،‬پروګرام او مانیفست‬
‫درلود او نه یې لرلی شي‪ ،‬ځکه چه په اسالم کې انساني‬
‫اخالق‪ ،‬انساني کرامت او بشري حقونو ته ځای نشته‪.‬‬

‫نوټ‪ :‬په دې ټولو تیرو دریو لسیزو کې د پاکستان د‬


‫مستقیمې مداخلې د موضوع په ارتباط‪:‬‬
‫‪1145 of 1205‬‬

‫که څه هم دا یوه معلومه خبره ده چه پاکستان د دادودخان‬


‫د جمهوریت له کلونو را پدې خوا د افغانستان په بربادی‬
‫کې مستقیما ً دخیل وو او ویې کړای شوای چه د‬
‫افغانستان هرڅه وران کړي او باالخره یو بې عزته‪،‬‬
‫ګدایګر‪ ،‬په نفاق ککړ او کنډواله شوی یو هیواد ترې جوړ‬
‫کړي‪ ،‬مګر دا ددې علت نشي کیدلی چه افغانان وبښل‬
‫شي‪ .‬دا که ګلبدین‪ ،‬رباني‪ ،‬سیاف او نور وو او یا‬
‫خصوصا ً د طالبانو د رهبری کدر وو چه دوی ټول د آی‬
‫اس آی د نامرده او ظالم سازمان له خوا تنظیم‪ ،‬تربیه او‬
‫په حرکت راوستل شول‪ ،‬مګر دوی خو ټول افغانان وو‪ .‬نو‬
‫نشي کیدای چه د خپلو جرمونو او جنایتونو پړه په‬
‫پاکستان واچوو او ووایو چه مونږ نغوښتل چه په کابل کې‬
‫جنګ وکړو‪ ،‬مګر دا پاکستان وو چه مونږ یې وجنګولو‪ ،‬لکه‬
‫چه د خلق او پرچم رهبرانو ټوله پړه په شوروي اتحاد‬
‫اچوله‪ .‬پاکستان که هرڅه وکړل د افغان د نا جایزه او‬
‫عاق شوي اوالد په السونو یې وکړل‪.‬‬
‫پدې کتاب کې زه یوازې په افغان غږیږم‪.‬‬
‫‪1146 of 1205‬‬

‫او د امریکایانو انتقام …‬

‫او کله چه امریکا د طالبانو په ټکولو پسې افغانستان ته‬


‫په کال ‪۲۰۰۱‬م د ‪ B52‬طیارو سره راغی…‬

‫له ‪ ۱۹۹۶‬کال څخه تر ‪ ۲۰۰۱‬کال پورې د طالبانو اداره چه‬


‫د کابل په نیولو قدرت ته رسیدلي وو‪ ،‬د امریکا په مشری د‬
‫جهاني ائتالف په نظامي مټ له اقتدار څخه ولویدل‪ .‬دوی‬
‫تر دغو اوږدو کلونو پورې د افغانستان د مسلمان او غالم‬
‫اُمت له خوا په قدر منل شوي وو‪ ،‬او د طالبانو له اسالم‬
‫څخه ئې خپل آرمان ته رسیدلي وو‪.‬‬
‫پدې ‪ ۶ - ۵‬کلونو موده کې په ټول افغانستان کې‬
‫تش د یوه ملي پاڅون نښه ونه لیدل شوله‪ .‬که طالبانو د‬
‫کابل د موزیم تاریخي مجسمې ماتولې او یا ئې په پټه‬
‫خرڅولې‪ .‬که طالبانو په بامیانو کې بیا هم د بودا لوړ‬
‫تاریخی یادګارونه او مجسمې په ډینامیتو ونړولې او که‬
‫ئې د شمالي "کوهدامن" له سیمې څخه له ‪ ۲۰۰‬زیاتې‬
‫نجونې "سپین بولدک" کې په پاکستانیانو خرڅې کړلې‪،‬‬
‫‪1147 of 1205‬‬

‫مګر د همدې هیواد اوسیدونکو د طالبانو له هیواد او د‬


‫افغان له ناموس سره د خیانت او د کړو جرمونو مخې ته د‬
‫دریدلو تش یو غږ هم ال ونه ویست‪ .‬که طالبانو په بامیانو‬
‫کې د هزاره د قام کورونه او مالونه د پښتنو کوچیانو په‬
‫السو چورکول او کورونو ته ئې اورونه غورځول‪ ،‬حتی‬
‫ژوندي ژوندي ئې په اور کې سوزول‪ .‬او که د کوهدامن د‬
‫باغونو شنو تاکونو ته یې اورونه آچول‪ .‬او که ئې د وطن‬
‫خاوره د جهاني جهاد تیروریستانو ته بخشش کړې وه‪،‬‬
‫چه په لسهاوو زره تیروریستان له ‪ ۴۰‬اسالمي او عربي او‬
‫غیر اسالمي هیوادونو څخه په افغانستان کې د تیروریزم‬
‫خپل نظامي تعلیم او فعالیتونه تر سره کول‪ .‬ددې هیواد‬
‫اوسیدونکي دا پوښتنه له طالبانو ونکړه چه دا پردي کسان‬
‫څوک دي؟ او زمونږ په هیواد کې څه غواړي؟ ددې علت دا‬
‫وو چه‪ ،‬د افغانستان مسلمان اُمت ددوی د راتلونکو بین‬
‫املللي جهاد مالتړ کاوو او د اسالم واقعي پیروان وو‪.‬‬
‫امریکا او تر خوا ئې جهانیان چه کله افغانستان ته‬
‫راغلل‪ ،‬آیا افغانان ئې پیژندل چه دوی له خپل هیواد سره‬
‫یوازې د اسالم په دین تړل شوي دي؟‬
‫‪1148 of 1205‬‬

‫آیا پدې تاریخی واقعیت پوهیدل چه دوی ته اسالم له‬


‫خپل وطن څخه ډیر قدر درلود‪ ،‬چه ئې خپلې وینې دوه‬
‫ځلې له انګریزانو سره په جنګ کې د اسالم په خاطر توئې‬
‫کړې وې؟ او بیا ئې بیا هم د شوروي د پوځیانو په مقابل‬
‫کې د "اسالم کامیابي او د اسالم سالمت" غوښت‪.‬‬
‫همدا مسلمان اُمت افغانان وو چه طالبان ترې‬
‫راووتل‪ .‬مګر پدې ځل د افغانستان خاوره د جهاني مقدس‬
‫جنګ "جهاد" مرکز شوی وو چه افغانانو په خپل همداسې‬
‫یو اسالم فخر کاوو‪ ،‬چه په خاوره کې ئې د جهاد جهاني‬
‫مجاهدینو تربیه لیدله‪.‬‬
‫که دا د قاطع اکثریت مسلمانو افغانانو "اراده" وه‪،‬‬
‫او که دیموکراسي د یو ملت د ملي ارادې فیصلې مني او‬
‫قدر ئې کوي‪ ،‬نو بیا خو امریکا د افغانانو د اسالم د‬
‫عقیدې په ضد حرکت کړی وو‪ .‬که څه هم ملړی تعرض په‬
‫امریکا شوی وو‪ .‬دا هغه حقیقت دی چه هم امریکا او هم‬
‫نورو جهانیانو سترګې پرې پټې کړلې‪ ،‬چه یوازې ئې د‬
‫طالبانو نوم په دښمني واخیست‪ ،‬نه د اسالم جنایت‪ .‬ځکه‬
‫چه د افغان مسلمان هر فرد اسالم مني او اسالم په هر‬
‫‪1149 of 1205‬‬

‫مسلمان جهاد فرض کړی دی‪ .‬دا خبره پدې کتاب کې څو‬
‫څو ځله تکرار شوله‪ ،‬ځکه چه دا یو حقیقت دی او د‬
‫حقیقت تکرار یو عبادت دی‪.‬‬
‫امریکا او ډیرو جهانیانو "کمونیزم" له "جهاد" څخه‬
‫نړۍ ته خطرناک ګاڼه‪ ،‬چه دا یوه لویه اشتباه وه‪.‬‬
‫فرق ئې دا وو چه‪:‬‬
‫الف ‪ :‬د ماسکو کمونیزم د "دولت له خوا" او د دولت په‬
‫مټ په ډیرو خلکو د زور له الرې یو "ایزم" قبالوو‪.‬‬
‫مګر اسالم او د اسالم جهاد په افغانستان کې د همدې‬
‫هیواد اوسیدونکو په سلو کې ‪ %۹۹،۹‬غوښتی وو‪ .‬او‬
‫خلک اسالم غواړي‪ ،‬د خلکو غوښتنه د دولت له غوښتنې‬
‫فرق لري‪.‬‬
‫ب ‪ :‬کمونیزم په روسیه کې سلو کلو ته ونه رسید‪ ،‬مګر‬
‫اسالم په افغانستان کې د لسو پیړیو ریښې درلودلې‪.‬‬
‫ت ‪ :‬کمونیزم منطق درلود‪ ،‬د ګناه او د دین موضوع نه وه‪.‬‬
‫مګر اسالم د خدای په خبرو تړل شوی وو! په همدې علت‬
‫د اسالم جهاد د روسئې له کمونیزم څخه ډیر خطرناک‬
‫وخوت‪.‬‬
‫‪1150 of 1205‬‬

‫ث ‪ :‬د ماسکو کمونیزم که امریکا ته له ساړه جنګ څخه‬


‫یوازې تشویش پیدا کړی وو‪ ،‬مګر اسالم خو عمالً خپله‬
‫خوله په امریکا ولګوله او د اسالم د جهاد د خولې له‬
‫غاښونو څخه له دریو زرو زیات د بیګناه انسانانو وینې د‬
‫سپاتمبر په یولسمې حادثې کې وڅڅیدلې‪.‬‬
‫ج ‪ :‬د ماسکو کمونیزم خپلو هیوادو ته علم او تخنیک‬
‫ورکړ‪ ،‬مګر اسالم افغانانو ته جهل او خرافات ورکړل‪ .‬د‬
‫ماسکو کمونیزم خپل هیواد آباد کړی وو‪ ،‬مګر اسالم خپل‬
‫هیواد او حتی خپل پایتخت وران کړ‪.‬‬

‫افغانانو او هم جهانیانو د امریکا په شمول ټولو او ټولو‬


‫په یو "تاریخي حقیقت" سترګې پټې کړې او هغه‬
‫تاریخي حقیقت دا وو چه‪:‬‬
‫که د ماسکو د کمونیزم لښکرو په افغانستان له خپلو‬
‫ټانګونو سره یرغل وکړ‪ ،‬مګر د عربو اسالم هم د‬
‫افغانستان په خاوره له خپلو تورو سر تجاوز وکړ‪ .‬د عربو‬
‫لښکرې افغانستان ته له ګالنو سره په الس راغلي نه وو‪.‬‬
‫له خپلو اوښانو او له خپلو تورو سره راغلي وو‪ .‬او ‪۲۵۰‬‬
‫‪1151 of 1205‬‬

‫کاله ئې پرله پسې تجاوزونه وکړل او وینې ئې توئې کړلې‪.‬‬


‫یو متجاوز چه په افغانستان کې د کمونیزم په مقصد بیرته‬
‫د افغانانو وینې تویه ولې‪ ،‬مګر بل متجاوز پردي قوت د‬
‫افغانستان د اوسیدونکو وینې د خدای او دین په نوم او په‬
‫پلمه تویه ولې‪ .‬که کمونیزم په روسیه کې بیرته د خپلو خلکو‬
‫له خوا رد شو او بالخره ړنګ شو‪ ،‬مګر په افغانستان کې‬
‫د عربو پردی اسالم بیرته د خدای او د دین په نوم پاته شو‬
‫محکوم نشو‪.‬‬
‫کمونیزم نور امریکا ته خطر ندی‪ ،‬مګر جهاد او اسالم‬
‫هم نن او هم سبا‪ ،‬چه تر هغو اسالم موجود وی ټولې نړۍ‬
‫ته دښمن او خطر دی‪.‬‬
‫د جنایت کار اسالم خطر دادی چه خپل جنایتونه او له‬
‫کافرانو سره خپلې دښمنۍ بیرته د خدای له خولې نه د‬
‫کافر او مسلمان تر منځه تر ابده پورې د کافر او مسلمان‬
‫په نوم د خدای فرض او جهاد بولي‪ .‬او هم د جهاد‬
‫جنایتونه د خدای له خوا د جنت په ورکولو تشویق کیږي او‬
‫د دین په نوم ساتل کیږي او ستایل کیږي‪.‬‬
‫‪1152 of 1205‬‬

‫کمونیزم خپل منطق درلود او ددې دنیا په سر د یو‬


‫اقتصادي سیستم الره وه او دښمن ئې د اقتصادي تولید‬
‫کاپیتالستي تولیدي استثمار او د توضیع الره وه‪ .‬مګر‬
‫اسالم د خپلو افغاني پیروانو منطق په خپلو خرافاتو له‬
‫منځه وړی دی‪ ،‬چه حتی دا پکر ال ورته پیدا نشي چه‬
‫اسالم کوم خدائی دین ندی‪ ،‬بلکه د وجدان او د علم او د‬
‫خدای دښمن دی‪.‬‬

‫افغانان له مسلمانیدو سره هغه بدترینه ضربه ئې چه له‬


‫اسالم څخه اخالقا َ ولیدله هغه ضربه دا وه چه د اسالم په‬
‫منلو په افغانانو کې یوه "معنوي خالیګاه" پیدا شوله چه له‬
‫الهي عبادت سره ددوی د خپل دننه روحي جهان اخالقي‬
‫تکامل پیدا نشو‪ .‬بلکه له خپل روحي فضیلت څخه سخت‬
‫پردي شول‪ .‬له ژوند سره په صداقت ونه تړل شول‪ .‬بلکه په‬
‫هر کار کې د صداقت ځای دروغ ویلو ونیوو‪ ،‬چه دروغو‬
‫فریبکاري او وراني درلودله‪ .‬لکه څرنګه چه د خیانت ډیر‬
‫دردناکه عاقبتونه ئې له ځان سره درلودل چه د مسلمان‬
‫‪1153 of 1205‬‬

‫افغانانو په خیانتونو دا پخپله وطن چه افغانستان نومیږي‬


‫شاهد دی‪.‬‬
‫د افغانستان په مسلمانو اوسیدونکو کې د معنوي‬
‫خالیګاه ادامه او دوام به بیا هم د افغانانو راتلونکي ژوند‬
‫ته کوم د انساني احساس زیری ونلري‪.‬‬
‫ځکه چه دا د پردي توب یوه دردناکه مجموعه ده‪.‬‬
‫‪ .۱‬له الهي عبادت څخه پردی توب‪.‬‬
‫‪ .۲‬د پخوانیو متفکرینو له لوړو افکارو څخه ناخبري‪.‬‬
‫‪ .۳‬په تیرو پیړیو کې د انسان د انساني تکامل له مسیر‬
‫څخه ناپوهي او ذهني خالیګاه‪.‬‬
‫‪ .۴‬او هغه مستقل مقام او لوی جهان چه په تاریخ‬
‫یادیږي او پکې پراته د انسان د انساني سرودونو د‬
‫معنویت ځانګړې دنیا څخه د ناخبري‪ ،‬دردناکه خالیګاه‪.‬‬

‫له داسې یو واقعیت څخه ناخبرې او لیرې پاته کیدل په‬


‫حقیقت کې د هغو ریښو نه لیدل دي چه د انسان په وجود‬
‫کې د وینې په رګونو یاد شوي دي‪ .‬دا پخپله د ژوند‬
‫اصالت دی چه له انسان څخه غواړي چه دا ریښې او‬
‫‪1154 of 1205‬‬

‫رګونه وچ نکړي‪ .‬وچ به نشي که د سرودونو وړنګې پکې‬


‫وبهیږي‪ .‬دا ریښې به ژوندي وي که د تاریخ له لوړ آسمان‬
‫څخه څاڅکي پرې اووري‪ .‬تل او تر ابده به ژوندي پاته وي‬
‫شغلې ئې د ژوند ساه‬ ‫هغه رګونه چه د روحي اخالقو د ملر ُ‬
‫وي‪ .‬سهار ئې د فلسفې د مطالعې سپیڅلی محراب وي‬
‫او ماښامونه ئې د شعر له رنګین تخیل څخه د رڼو چینو په‬
‫کیسو نغښتی یو لیرې سراب وي‪.‬‬
‫نو به الهي عبادت په هغو زړونو کې تر سره شوی‬
‫وي چه په پاکو پکرونو پاکه شوې وینه زړونو ته همدا‬
‫زمونږ د وجود رګونه رسوي‪.‬‬
‫زمونږ زړونه چه د مینې او د صداقت د لوړ احساس‬
‫د الهام په وړنګو وړنګینو شوو سینو کې ځای لري چه د‬
‫خپل ساه پاکي ته پام ولرو‪ ،‬او خپلو سینو ته مو د ژوند‬
‫هره ساه پاکه ورشي‪ .‬دا زمونږ د دننه د سپیڅلی معنویت‬
‫د جوړیدو د لوی جهان ملرینه سندره ده‪ ،‬چه بیا دې‬
‫سندرې ته د انسان له ژبې د شرف‪ ،‬د فضیلت او د‬
‫کرامت په نومونو یاد شول‪ .‬دا پاک نومونه د بشریت د ټول‬
‫تیر تاریخ د سینې د فخر او ویاړ مقامونه دي چه انسان‬
‫‪1155 of 1205‬‬

‫په خپل انساني شرف ځان شریف جوړ کړ او د انساني‬


‫کرامت او د عزت په لرلو معزز او انسان وپیژندل شو‪ .‬او‬
‫په انساني فضیلت او احساس لرلو انسان پاته شو‪.‬‬
‫او هغوی ته چه ملړی د انسان جوړیدل مهم وو‪ ،‬هم‬
‫ژوند او هم خپل هیواد‪ ،‬همدا شریف انسانان هرکلي‬
‫کړل‪ .‬همدغو با عزتو انسانانو خپل هیوادونه په عزت جوړ‬
‫کړل‪ ،‬چه د بشریت او د لوی ژوند له خوا په ویاړ ومنل‬
‫شول‪ .‬د داسې معنویت لرونکي پاکانو وجودونه که خاورې‬
‫هم شول‪ ،‬مګر پکرونو ئې له مرګه وروسته هم انسانانو ته‬
‫انسان جوړونکې خبرې درلودلې‪ .‬چه هیڅکله خاورې‬
‫نشولې‪ .‬د معنوي جهان د لوړ فضیلت یو تعریف همدا‬
‫تعریف دی چه د مرګ قبر نلري او خاورې ئې په ډیر فخر‬
‫ساتي‪.‬‬
‫مګر په هغوی کې چه دا د انسان جوړونکی جهان‬
‫جوړ نشو او یا هغوی چه خپله ګټه په دروغو کې لیدله‪ ،‬نو‬
‫له خپل شرف څخه تیر شول‪ ،‬نو ځای ئې فریب او چل‬
‫ونیوو‪.‬‬
‫‪1156 of 1205‬‬

‫چل او فریب په "شیطاني ځیرکي" ژوندی پاته‬


‫کیدلی شو‪ ،‬چه خپله ژبه ئې درلودله‪ .‬دا د منافقت کږه ژبه‬
‫وه چه بې لدې کږې ژبې د شیطاني ځیرکي ریښې‬
‫وچیدلې‪ .‬دا دروغ وو چه کله په وجود د رګونو په وینه ګډ‬
‫شوي وو‪ ،‬دا د اخالقي سقوط هغه پیل وو چه په انسان‬
‫کې ئې د حیا او د شرم معنوي جوهر ته پای ورکړی وو‪.‬‬
‫او کله چه یو ځل دروغ او فریب په مسلمان افغانانو کې په‬
‫خوی واووښته‪ ،‬بیا له هماغو پیړیو مسلمان افغانانو له‬
‫صداقت څخه خپل مخ واړاوو‪ .‬او همداسې تر دا ننه له‬
‫انساني فضیلت او اخالقي معنویت څخه مخ آړولي پاته‬
‫شول‪.‬‬

‫***‬
‫‪1157 of 1205‬‬

‫او زما ژوند په تیرو لسیزو کې…‬

‫ماته په خارج کې زما د حقوق د پوهنځي ځینو دوستانو‬


‫ویل چه مه ځه‪ ،‬دلته پاته شه‪ .‬حتی ځینو ال لیکونه را‬
‫واستول او زه یې تشویقولم چه بیرته ورشم‪ .‬او له مایې‬
‫پوښتل چه ممکن ما به واده کړی وي او…‬
‫نو ما ورته وویل چه‪:‬‬

‫”ما مې خپل هیواد ورغواړي‪ .‬شک نشته چه دا د بحیرې‬


‫په غاړه پروت هیواد ډیر ښکلی دی‪ ،‬مګر ما مې خپل‬
‫هسک غرونه ورغواړي‪ .‬زما یادیږي‪ .‬ما ئې په ملنه کې ژوند‬
‫تیر کړی‪ .‬په خاموشو ډاګونو کې ئې زما د وړکتوب د‬
‫پوښو پلونه پاته دي‪ ،‬هیریدلی نشي‪ .‬ما ځان ته غواړي“‪.‬‬

‫ما په خپل وطن کې واده ونکړ‪ ،‬ځکه؛‬


‫الف ‪ :‬د )‪ ۱۹۵۰/۶۰‬م( ټوله لسیزه د خپل دولت په‬
‫مصرف ما دا د تحصیل ډیر کلونه له خپل وطن څخه لیرې‬
‫تیر کړل‪ .‬کله چه ما په ملړي ځل د کابل په هوائي میدان‬
‫کې طیاره ولیدله او په هماغه طیاره کې له کابل نه ما‬
‫‪1158 of 1205‬‬

‫پرواز وکړ‪ ،‬هم دا طیاره زمونږ نه وه‪ ،‬هم ئې پیلوټ او‬


‫هوستس دواړه د هند د هیواد وو‪ .‬د ژمي موسم وو‪ ،‬غرونه‬
‫او رغونه په واورو پوښل شوي وو‪ .‬زه چه تلم زما په هیواد‬
‫کې حزبونه جوړ شوي نه وو‪ .‬مخکې له هغه زه په خپل یو‬
‫لیرې کلي کې له مانه ‪ ۶‬کیلو متره لیرې یو ابتدائي مکتب‬
‫درسونو او صنفونو ته تلم‪ .‬ما په کږو وږو پولو اوږدې الرې‬
‫وهلې‪ ،‬اوړ ووم او له ژورو ویالو څخه ډاریدلم چه د مستو‬
‫اوبو په څپو کې ئې په ګام آچولو ونه لویږم‪ .‬مګر کله کله به‬
‫پکې ولویدلم‪ ،‬خو د مکتب شوق‪ ،‬د درسونو او کتابونو د‬
‫لوستلو او د معلمانو او د سرمعلم د مکتب له شاګردانو‬
‫سره د یو صداقت او د یو مسئولیت د نژدیوالي هغه پاک‬
‫احساس به ما ته دا دننه نیرو او قوت راباښه چه له اوبو‬
‫څخه ژوندی اووزم او ځان خپل هماغه له مانه لیرې مکتب‬
‫ته ورسووم‪ .‬پدې توګه به له پسرلي نه تر یخ مني پورې ما‬
‫هره ورځ پرته له جمعې د رخصتي له ورځ څخه ‪۱۲‬‬
‫کلیومتره الره له اول ټولګي نه بیا تر شپږم ټولګي پورې‬
‫پیاده وهله‪.‬‬
‫‪1159 of 1205‬‬

‫منی به د یخني‪ ،‬د لیوانو او ورسره به ټول کال د‬


‫قامي زړو دښمنیو راپاته میراث او د دښمنانو له خوا د‬
‫مرګ تهدید بله ستونزه وه چه بیرته په ما کې د مثبت‬
‫مقاومت په قوت آووښتله‪ .‬مکتب به ځان ته په مینه او شوق‬
‫ورغوښتلم‪ .‬هغه کلونه ډیر پخوا تیر شوي وو او بیا د‬
‫متوسطې او د لیسې تحصیل هم پای ته ورسیدل‪ .‬مګر‬
‫هغه وخت سیاسي حزبونه نه وو‪ .‬د ژمي په واورین موسم‬
‫کې به چه کله غږ شو چه "د پالني کلي فالنی سړی د‬
‫لیوانو له خوا په واورینه تنها الره کې ایسار شوی دی“‪ ،‬نو‬
‫به له هر کلي څخه د نجات چیغه خپره شوله او ټول به په‬
‫ګډه د هغه ایسار شوي کلیوال خالصون ته په منډه منډه‬
‫شول‪ .‬هر څه ساده وو‪ ،‬د کلي کورونه ساده وو‪ ،‬پاک او‬
‫طبعي وو او ټول په فقر د کلي په خوار ژوند او همکاریو‬
‫تړلي وو‪.‬‬
‫مګر ډیر کلونه اووښتي وو چه زه بیرته خپل هیواد ته‬
‫راغلم‪ .‬د حزب او حزب بازیو ژور سیاسي نفاق هغه د‬
‫ژوند ټول ساده اتفاق له منځه وړی وو‪ .‬په هماغه کلي کې‬
‫او د ژمي په هماغو واورینو میاشتو کې به چه کله غږ شو‬
‫‪1160 of 1205‬‬

‫چه‪" :‬د لیوانو خطر دی‪ ،‬پاڅ”!“‪ ،‬نو ځواب به ورکړل شو‬
‫چه‪” :‬هغه سړی د کوم حزب دی؟“‪ .‬د حزبي نفاق ملبې تر‬
‫کورونو رسیدلې وې‪.‬‬
‫ورسره ما چه له راتلو څخه مخکې همدا خبرې‬
‫آوریدلې‪ ،‬مګر کله چه راغلم‪ ،‬دا خبره ګرمه وه‪ ،‬چه نن یا‬
‫سبا به د اعلحضرت ظاهر خان زوم چه خپله لور ئې هم‬
‫ورکړې وه او د آکا زوی "جنرال سردارعبدالولي" کودتا‬
‫وکړي‪ .‬او یا به د اعلحضرت ظاهر خان بل د آکا زوی چه‬
‫خور ئې هم ورسره واده وه او لس کاله په خپل کور کې‬
‫ناست متقاعد "سردار محمد داود خان" کودتا وکړي‪ .‬په‬
‫هر ګام کې د یو بدلون حزبي او سیاسي نښې لیدل‬
‫کیدلې‪.‬‬
‫زمونږ په پښتو ژبه کې یوه منل شوې خبره حتی په‬
‫متل هم آووښتې ده‪ ،‬یو څوک چه وائي "ماته مې زړه‬
‫وائی چه داسې یو کار به وشي" او یا دا چه "زړه مې‬
‫وائي چه دا کار فالني ندی کړی“‪ ،‬او ورسره په کتابي‬
‫غوندې ژبه کې بیا دا خبره داسې تکراریږي چه "حس مې‬
‫راته وائی چه …"‪ .‬څوک وائي چه دا شپږم حس دی او یا‬
‫‪1161 of 1205‬‬

‫به ممکن په انسانانو کې نور ډیر پټ پاته حسونه هم وي‬


‫چه ال علما َ څرګند شوي ندي‪.‬‬
‫نو ماته مې هم زړه ویل او بلکه شپږم حس او ممکن‬
‫شلم حس چه دا ظاهرا َ آرامه ورځ د یو توپان د راتلو نښه‬
‫او د یو بدلون د خوځیدا د پیل‪ ،‬او د نورو حادثو په درشل‬
‫کې له سیلیو ډکه ده‪.‬‬
‫یو شی چه ماته د یو قاطع واقعیت په توګه منل شوی‬
‫وو‪ ،‬هغه شی زما زړه او یا د احساس له خوا څخه نه‪،‬‬
‫بلکه د خپل هیواد د پیژندلو له علمي او د تجربو له فکري‬
‫تحلیل څخه یو حقیقت وو‪ ،‬هغه دا وو چه؛ "که چیرې پدې‬
‫خلکو کې د پراته جهالت دا خاموشي او غلې ځان ځاني‬
‫او د بیسوادي د پیړیو تیارې او غوصې وښوري‪ ،‬او‬
‫خصوصا َ چه که سیاسي ژبه هم پیدا کړي‪ ،‬نو که یو ځل‬
‫دا دیګ په جوش راغی بیا ئې خاموشه کیدل ډیر ډیر‬
‫مشکل دی‪ .‬ځکه چه بیسوادي او جهالت همدا مشکالت‬
‫لري‪ ،‬پدې علت چه منطق نلري‪ .‬هغه کاڼه ته ورته وي چه‬
‫کله خپل دښمن وهي‪ ،‬نو د خپل لرګي د ضربې او د‬
‫‪1162 of 1205‬‬

‫دښمن د چغو آواز نه آوري‪ .‬او هغه ړوند که یو ځل خپل‬


‫رقیب ونیسي‪ ،‬بیا مشکل ده چه ئې پریږدي‪.‬‬
‫خصوصا َ چه زما د خپل پخواني شپږم حس د‬
‫ترجماني له واقعیت سره‪ ،‬پاس د طبعیت د قانون د تصویر‬
‫او پیشګویي هغه ژبه هم یو ځای د خپل زړه له نامعلومې‬
‫روحي ژبې سره په تائید‪ ،‬په هماغه پسرلني ماښامي‬
‫ولیدل‪ ،‬چه کله د داود خان سر او سینه د قصر دننه د‬
‫کودتا په مرمیو سوروي شول‪ .‬په هماغه مازدیګري ورځ‬
‫ناوخته وخت د کابل په سر ناڅاپي او یوه ټوټه ګړندۍ‬
‫توره وریځ راپیدا شوله‪ ،‬واقعا َ د قصر په سر او د قصر‬
‫نژدې ماحول ئې د اوښکو په څیر غټ غټ څاڅکي را‬
‫اوورول‪ .‬واقعا َ چه آسمان خبر وو‪ ،‬لکه زما زړه‪ ،‬چه پدې‬
‫هیواد کې به ډیرې وینې وبهیږي‪ .‬او په ډیرو قبرونو به د‬
‫کونډو رنډو اوښکې په درد او غم وڅاڅي‪ .‬آسمان ژړل! زه‬
‫د آسمان په همدې پیشګوئي د ‪ ۱۳۵۷‬کال د ثور د‬
‫میاشتې په اوومه ورځ ماښامي شاهد ووم‪ .‬هلته چه دننه‬
‫په قصر کې د داود خان وینې څڅیدلې‪ ،‬بهر پاس له‬
‫آسمان څخه د قصر په سر د باران غټ غټ څاڅکي‬
‫‪1163 of 1205‬‬

‫څڅیدل‪ .‬او بیا د پغمان د غره له لوړو څوکو څخه د هغې‬


‫غمینې ورځې له تورو وریځو څخه د پیدا شوې تیارې د‬
‫پردې یوه پیڅه چه کله چوله شوله‪ ،‬د پسرلي د ژیړ ملر‬
‫وړنګې یو په یو ناڅاپي په ډیرو کمو شیبو کې راښکاره‬
‫شولې‪ .‬چه د ملر دا د غرغړې د تصویر آسماني نقاشي‬
‫ډیر ژر بیرته ورکه شوله‪ .‬بله پیش بیني د هغې ورځې د‬
‫پاته همدا آخري رڼا ورکیدل وو‪ ،‬چه له ځانه ئې توره شپه‬
‫پرې ایښې وه‪ .‬او مونږ په کلونو کلونو بیا د آرام ژوند‬
‫وړنګې ونه لیدلې‪.‬‬

‫نو ال په هغو ملړیو ورځو کې ما دراتلونکو کلونو یو تور‬


‫دردناکه تونل خپلې مخې ته لید‪ ،‬پدې عزم چه باید بدې‬
‫ورځې هرکلی کړم‪ .‬خصوصا َ چه پنځه کاله مخکې له هغه‬
‫نه زما مخې ته د ملړني بدلون کومه صحنه چه راغله هغه د‬
‫سردار محمد داود خان کودتا وه‪ .‬هغه هم داسې چه ما په‬
‫لوړ صالحیت راکړل شوي مقام برخه هم پکې واخستله‪.‬‬
‫مګر د تعجب بدلون دننه په همدغه بهرني بدلون کې په ډیر‬
‫کم وخت کې ما لید چه اوس اوس له جمهوري نوي نظام‬
‫‪1164 of 1205‬‬

‫څخه یوازې یو کال په تیریدلو وو‪ .‬ما د داود خان هر ګام‬


‫له نژدې څخه هره ورځ لید‪ .‬ما لیدل چه مخکې له هغه چه‬
‫داود خان له منځه والړ شي‪ ،‬یقینا َ د داود خان عقل له‬
‫منځه تللی وو‪ .‬هوش او منطق ئې مختل شوی وو او د‬
‫هرې میاشتې په تیریدلو له داود خان څخه یو بل څوک‬
‫جوړیده‪ ،‬چه هغه څوک‪ ،‬نور نه خپل اعالن شوی جمهوریت‬
‫پیژاند او نه هم د جمهوري نظام مانیفست داود خان‬
‫پیژاند‪.‬‬
‫لکه داسې چه داودخان د جمهوریت اعالن نه‪ ،‬بلکه یوازې‬
‫یې خپل ځان د جمهور رئیس‪ ،‬یا د ټولواک په مقام اعالن‬
‫کړی وي‪..‬‬
‫ما یو پټ آواز آورید‪ ،‬هغه آواز زما د زړه آواز وو‬
‫چه بل چا ته مې ویلی نشو‪ .‬هغه زما شپږم احساس وو‬
‫چه ماته ئې دښه سبا د زیري په ځای د یوه دردناکه‬
‫راتلونکي خبر راکاوو‪ ،‬چه ال داود خان په اقتدار کې وو‪.‬‬
‫واقعا َ چه زه خپل د زړه پټ آواز او هغه پټ احساس‬
‫غولولی نه ووم‪.‬‬
‫‪1165 of 1205‬‬

‫ب‪ :‬ال په هغه وخت کې زما په خپل هیواد زړه ډیر‬


‫خوږیده‪ .‬ما به چه خپل هیواد ته کتل‪ ،‬نو د یو کثافت له‬
‫ډنډ څخه ډک وو‪ .‬پدې ډنډ کې افغانانو ځانونه د اسالم په‬
‫خرافاتو مینځل‪ .‬پردي عرب جنایت کار اسالم زما هیواد‬
‫اشغال کړی وو‪ .‬د کثافت ډنډ همدغه اسالم وو‪ ،‬چه هره‬
‫خوا به د چه ګام آخست‪ ،‬مګر پوښه به د په همدغې چټلي‬
‫لګیده‪.‬‬
‫دوه خبرې وې‪ :‬یا به ما له خپل هیواد څخه دا ډنډ او‬
‫کثافت پاکاوو‪ ،‬چه دا کار له یوه الس نه لیرې خبره وه‪ .‬او‬
‫یا به ما خپل ځان ته اجازه نه ورکوله چه اوالد مې پدې‬
‫ډنډ کې لوی شي‪ .‬ځکه نو ماته واده کول او اوالد لرل په‬
‫داسې ماحول کې یوه ګناه وه‪ ،‬چه ما ددې ګناه څخه‬
‫ځان لیرې وساته‪.‬‬
‫انسان‪ ،‬انسان دی چه باید ځان له نورو ځانورانو‬
‫څخه جال په خپل انساني فضایلو ځان انسان ښکاره‬
‫کړي او انسان پاته شي‪.‬‬
‫مګر په افغانستان کې ددې هیواد انسان د خپل‬
‫انساني ځان ډیره برخه عربي اسالم ته ورکړه‪ ،‬او پدې‬
‫توګه ټوټه شوی وو چه جسم ئې افغان وو‪ ،‬مګر روح ئې‬
‫‪1166 of 1205‬‬

‫بایللی وو‪ ،‬مسلمان وو‪ .‬په ظاهرا َ انسان معلومیده‪ ،‬مګر په‬
‫خوی هغه سرحد ته ورسیدل چه بیرته د یو او بل د ظلمونو‬
‫او تجاوزونو له السه د خپل هیواد مسلمان افغانان پدې‬
‫پوه نشول چه د اسالم د کثافت په چټل تور ډنډ کې پراته‬
‫دي‪ .‬دا د هغه سقوط او زوال نښې وې چه په "آموخت"‬
‫یادیږي او افغانان په همدې ډنډ کې بالخره آموخته شوي‬
‫وو‪ .‬چه دا ددوی په دننه کې د انساني روح د پای ټکی‬
‫وو‪ .‬اسالم نه یوازې چه د افغان پاک‪ ،‬طبعي او ساده‬
‫انساني روح ځبلی او خوړلی وو‪ ،‬ورسره افغان بیرته د‬
‫خپل افغان د نوم ملي روح هم عربي اسالم ته سپارلی‬
‫وو‪ .‬تجربو وښودله چه خپلې وینې به ئې د هماغه عربي‬
‫اسالم د ساتلو لپاره تویه ولې‪ ،‬چه له افغان څخه ئې‬
‫همدا د شرم غالم جوړ کړی وو‪.‬‬
‫دا د علم او پوهې علت نه وو چه افغانان ئې په‬
‫جهالت کې پریښودل‪ .‬دا د پوهې ګناه نه وه چه له افغانانو‬
‫څخه ئې هم د افغان خپل انساني پکر او انسانیت‬
‫واخیست او په اسالم ئې بدل کړ‪ .‬او نه هم له افغان څخه‬
‫د هغه افغانیت د علم په وسیله ورک شو‪.‬‬
‫‪1167 of 1205‬‬

‫دا نه د بودیزم‪ ،‬نه د برهمانیزم او یا د عیسویت عقیده‬


‫او مذهب وو چه افغانان ئې داسې هم خپل وطن ته او هم‬
‫خپل انساني پکر ته دښمن کړل‪ .‬بلکه دا اسالم وو چه د‬
‫عربو د خدای او د جهاد په نوم ئې زمونږ په هیواد کې‬
‫اخالقي او انساني زیات جرمونه سرته ورسول‪ .‬له اسالم‬
‫نه پرته مونږ افغانان کوم بل جسماني مرض او میکروب‬
‫چیچلي نه یو‪ ،‬چه داسې روحا َ له خپل انساني ژوند څخه‬
‫پردي پردي شوي یاستو‪ .‬جنګونه کوو‪ ،‬مخدره مواد کرو‪،‬‬
‫خپلې ښځې حتی قاچاق کوو‪ ،‬یو په بل خولې لګوو‪ ،‬او‬
‫ټول هغه څه کوو چه ځانوران ئې ال نکوي‪ .‬او د بشر‬
‫بشري وجدان ئې په اعمالو ال شرمیږي‪ .‬چه نن دادی‬
‫همداسې یو مخلوق ترې جوړ شوی دی چه د هیواد ګام‬
‫په ګام ځمکه له وژونکو وسلو څخه ډکه ده او افغانستان د‬
‫وسلو او باروتو په انبار آووښتې‪ .‬یو ګدایګر بار ترې جوړ‬
‫شوی دی چه د جهانیانو په اوګو بار شوی دی‪.‬‬
‫دا د ژوند پوښتنې دي چه له افغانانو څخه ئې کوي‪.‬‬
‫دا ددې هیواد محکمه ده چه د افغانانو غالمي محکوموي‪.‬‬
‫دا له افغانانو څخه د خدای د پاکې خدائي مقام ته د‬
‫‪1168 of 1205‬‬

‫عربي او جنایت کار اسالم له ژبې د شوي توهین پوښتنه‬


‫ده‪ ،‬چه دا پو ښتنه د الهي سپیڅلی مفهوم مقام ئې ترې‬
‫کوي‪.‬‬
‫دا د هغو ښځو فریاد دی چه همدغو افغانانو‬
‫اختطاف کړلې‪ ،‬وئې غولولې او یا ئې په زور په پردیو‬
‫خرڅې کړلې‪ .‬دا پوښتنه هماغه خپل ناموس ترې کوي‪ .‬او‬
‫هغه اطفال ئې ترې کوي چه نن او پرون د فارس د خلیج‬
‫هیوادونو د عربستان په شمول عربو د افغان اطفال د‬
‫خپلو اوښانو په غاړو د خپلو جنایت کاره مستي په منظور‬
‫وتړل او په لواط ئې مخامخ کړل‪ .‬دا پوښتنه له افغانانو‬
‫څخه د هیواد غرونه کوي چه ځنګلونه یې ترې ووهل‪.‬‬

‫مګر له هر څه مخکې پوښتنې پدې موضوع دریږي‬


‫چه په افغانستان کې د "خلکو" په نوم څوک نه وو چه یا د‬
‫دولت د ظلمونو په وړاندې "مظلوم" یاد شي او یا د خلکو‬
‫په نوم او له همدې نامه الندې د هغوی د فقر اومظلومیت له‬
‫ظالم نه د دفاع انساني موضوع د قانون له سترګو مطرح‬
‫شي او د حقوق له ژبې بیان کړل شي‪.‬‬
‫‪1169 of 1205‬‬

‫دا ځکه چه دا همدا خلک وو چه دا وطن ئې وران کړ‪.‬‬


‫ددوی د وحشت په علت ئې نوم په جهان کې بې عزته شو‪.‬‬
‫همدا خلک وو چه د عربي اسالم د جنایت الره ئې په دین‬
‫ومنله‪ .‬همدا خلک وو چه د دولت دولتي غړي یې د رشوت‬
‫په حرامو ککړ شول‪ .‬قامي دښمنۍ په همدغو خلکو کې‬
‫وې او بیا د حزبي نفاق اور له همدوی څخه را اووت‪ .‬که د‬
‫وطن ځنګلونه ئې وهل‪ ،‬بل څوک نه وو او د بل وطن نه وو‪،‬‬
‫همدا دوی وو چه په خلکو یادیږي‪ .‬مګر د خلکو د‬
‫وطندوستي هغه پاک نوم چه بیرته ئې په دفاع کې خپلې‬
‫وینې د وطن د عزت په خاطر قربانې کړي وي‪ ،‬داسې یوه‬
‫نذرانه زمونږ په خلکو کې ونه لیدل شوله‪ .‬چه خپل پت ئې د‬
‫خپل آباد او با عزته هیواد کې ساتلی وي‪ ،‬بلکه برعکس له‬
‫هر فرد څخه ئې یو د بل وژونکی قاتل حزبي جوړ شو‪.‬‬
‫همدا خلک وو چه د پیړیو جرمونه په خپلو اوګو وړي‪.‬‬
‫له خپل انساني عزت سره د کړې یوې ورځې جفا او له‬
‫خپل هیواد سره ئې کړي د پیړیو جرمونو همدې مجرمینو‬
‫ته د خلکو پاک نوم ورکول کیدلی نشي‪ ،‬بلکه دا یو مجرم‬
‫مخلوق دی چه محکوم په مجازات شول‪ ،‬چه له جهانیانو‬
‫‪1170 of 1205‬‬

‫څخه د ګدایي ډوډۍ غواړي‪ .‬چه د خپل هیواد په هیڅ یو‬


‫دکان کې ئې د خپل محنت او کار او عزت نښه نشته‪ .‬ټول‬
‫هر څه د نورو هیوادونو د خلکو د الس نښې دي‪ ،‬او هغه‬
‫پیداوار او تولید دي چه د نورو هیوادونو په مټ او په پکر‬
‫او په فابریکو کې جوړ شوي دي‪ .‬مګر دا ګدایګر مخلوق د‬
‫خپلو ناروغیو لپاره حتی د خپل الس دوا هم ال نلري‪.‬‬

‫نو پوښتنه داده چه دوی په تیرو پیړیو کې څه کول؟ دوی‬


‫چه وائی موږ پنځه زره کلن با فرهنګه او متمدن تاریخ لرو‪،‬‬
‫الکن څومره د شرم خبره ده چه همدا یوه جمله چه کله د‬
‫خپل تاریخ له عنوان الندې لیکي‪ ،‬مګر نه ئې قلم د خپل‬
‫الس ده او نه هم کاغذ ئې پدې پنځو زرو کلونو کې جوړ‬
‫کړ‪ .‬یو مفت خوره مخلوق ترې جوړ شو چه ځانونه د‬
‫دروغو په ویلو او د دروغو په منلو غولوي‪.‬‬

‫د غیرت د نوم یوازې الپې وهي‪ .‬خو ګدایګري هیڅکله‬


‫غیرت ندی‪ ،‬لویه بې غیرتي ده‪ .‬مګر د مسلمان افغان‬
‫مخلوق هومره د خپل وران هیواد د سرتورو غرونو آزار‬
‫وهلی چه خپلې بې غیرتي ته دوی له خپلې خولې باتوري‬
‫‪1171 of 1205‬‬

‫او غیرت وائي‪ .‬کوم چه هغه یو وحشت‪ ،‬نفاق او ددوی فقر‪،‬‬


‫چل او په منافقت کې د عربي اسالم د جهالت په ډنډ او‬
‫کږې ژبې تړل شوي یوه بدنامي ده‪ .‬چه له همدې بدنامي‬
‫سره آموخته شوي دي‪ .‬په مفت خوري عادت شوي دي‪.‬‬
‫وروسته لدې هم د نجات نښې پکې نشته‪ .‬کاڼه شوي او‬
‫ړانده شوي دي‪.‬‬

‫مګر‪ ،‬دا د هیواد کاڼي او بوټي دي‪ ،‬د خاورې ذره‬


‫ذره آواز دی چه ددې مسلمان مخلوق ګریوان ته ګوته‬
‫نیسي او دا پوښتنې ترینه تاو دي چه؛ که د اسالم د‬
‫هیواد بتخانې ته د حج په منظور والړ هم شې‪ ،‬مګر هغه‬
‫زړه بتخانه ئې ګناوې پاکولی نشي‪.‬‬
‫ته افغانه! پوه شه! چه تا خپل وطن بښلی نشي‪ .‬ته به‬
‫عربي حج ته والړ شې‪ ،‬مګر یاد لره افغانه‪ ،‬چه ته د خپل‬
‫هیواد ځمکې او آسمان ته د بښلو نه ئې‪.‬‬
‫ته‪ ،‬له هغه وخته د بښلو نه ئې چه د خپل وطن عزت د‬
‫پریښود او پردۍ بتخانې "کعبې" ته دې سجده وکړه‪ .‬مګر‬
‫ستا کعبه ستا خپل وطن وو او وطن ستا د شرف خوندي‬
‫‪1172 of 1205‬‬

‫ځای وو‪ ،‬لکه مور‪ .‬که عرب د خپلې مور شیدې رودلې‪،‬‬
‫الکن پوښتنه دا ده چه تا هم مور درلودله‪ ،‬خو د خپلې مور‬
‫شیدې د د پردي عرب په اسالم خرڅې کړلې‪ .‬د جهاد په‬
‫نوم له شوروي پوځ سره په جنګ کې تا خپلې خویندې هم‬
‫په عربو خرڅې کړلې‪ .‬د هغوی کوکې به هم له تا نه‬
‫پوښتنې کوي چه د عربو د تجاوز ښکار شولې‪.‬‬
‫د خپل ناموس له شرف سره خیانت همدغو خلکو وکړ‪،‬‬
‫نه دولت‪ .‬دا خیانت همدغه مجاهد افغان له خپل ناموس‬
‫سره وکړ‪ ،‬نه افغانیت‪ .‬دا کوم ظالم خان نه وو چه د خپل‬
‫مظلوم دهقان لورانې ئې په عربو خرڅې کړې وې‪ ،‬بلکه دا‬
‫همدغه قاطع اکثریت فقر وهلي خلک وو چه د اسالم په‬
‫جهاد کې د وسلو او پیسو او غال په زور لوی لوی مجاهد‬
‫قوماندانان ترې جوړ شول‪ .‬چه له جهاد نه وروسته ئې په‬
‫خپلو کلیو کې سترګې د نورو کورونو دننه په لورانو پاته‬
‫شولې او د ماشیندارو په زور ئې دا اوس هم چه کال‬
‫‪۲۰۰۵‬م واده کوي‪ .‬همدا دوی دي چه د مخدره موادو‬
‫قاچاق کوي او د نورو ځمکې ئې په زور الندې کړي دي‪.‬‬
‫‪1173 of 1205‬‬

‫آیا چا د افغان د هیواد اوسیدونکي د ذلت دې رسوا‬


‫حالت ته راوستل؟‬

‫هغو هیوادونو او جهانیانو چه د اسالم له السه بد لیدلي‬


‫نه وي‪ ،‬نو هغوی ته به اسالم بې ضرره ښکاري او حتی‬
‫ګمان به کوي چه اسالم د خدای پاک دین دی‪ .‬او مني به‬
‫چه اسالم خو چا ته ضرر رسولی ندی‪ .‬نو بیا هغوی پدې‬
‫پوښتنې نه پوهیږي چه افغانان آیا کوم مرض لداسې ذلت‬
‫او بدنامي سره مخامخ کړل؟‬

‫همدا ننی حالت‪ ،‬زما زړه په کلونو پخوا لید‪ .‬څومره له‬
‫خپل زړه نه خوښ یم‪ ،‬چه کله په افغانستان پرله پسې‬
‫ورانونکې حادثې راغلې او ورور له ورور سره په حزبي‬
‫مرض او نفاق دښمنان شوي وو‪ ،‬فرار او مهاجرتونه پیل‬
‫شول‪ ،‬مګر زما دوست زما تنهائی وه‪.‬‬
‫داسې ورځې هم راورسیدلې چه زما به پام شو چه‬
‫چیرې نه چه دا تنهائی له ما سره په تنګ نشي‪ .‬هو! کسم‬
‫چه له تنهائي څخه شرمیدلم‪ .‬د تنهائي خاموشي زما په‬
‫کور کې په هغه ځای کې چه ما دا ټول ورځني حاالت‬
‫‪1174 of 1205‬‬

‫لیکل‪ ،‬یوازې او یوازې ئې زما د قلم خاموش غږ آورید‪ .‬له‬


‫مانه تاو شوې د تنهائي ژورې خاموشي خو د راکټونو او‬
‫درنو وسلو له چاودلو سره به ما ته زما یوازېتوب ال هم قوت‬
‫راکاوو‪ .‬دا قوت زما خپل دوست‪ ،‬قلم وو‪ ،‬چه د حقیقت د‬
‫لیکلو په عبادت به هر وختي سهار له شپې وروسته مونږ‬
‫یو او بل ته د ژوند ساه ورکوله‪ .‬او بیا هم کسم چه مونږ‬
‫لیدل چه هیواد مونږ ته ګوري چه زخمونه ئې زما په سینه‬
‫کې د عبادت په سرودونو آوښتل او ما عبادت پیژندلی وو‪.‬‬
‫په افغانستان کې د عبادت پاک نوم خپل ځانګړی‬
‫تعریف درلود‪ .‬دا ځکه چه په افغانستان کې خپله ژوند د‬
‫افغانستان د اوسیدونکو مسلمانو افغانانو په ګناهونو په‬
‫هر مسلک او په هر ګام کې ککړ شوی وو‪ .‬ژوند لدې‬
‫ګناهونو څخه آزار لید‪ .‬هیواد هم لداسې ګناهونو څخه‬
‫زیات زخمونه آخستي وو او له ضرر سره مخامخ وو‪.‬‬
‫ماته عبادت‪:‬‬
‫‪ .۱‬د خپل هیواد روح او وجود ته د ضرر رسونکو مجرمینو‬
‫د جرمونو لیکل‪ ،‬پدې مقصد چه د مظلوم هیواد تر څنګ په‬
‫دفاع د هیواد د ظاملانو په مقابل کې ودریږم‪ .‬دا هم ملي‬
‫‪1175 of 1205‬‬

‫او وطني عبادت وو او هم زما اخالقي او بشري مسئولیت‬


‫وو‪ ،‬چه د سرتور هیواد د مظلومیت په وړاندې بې تفاوته‬
‫پاته نشم‪ .‬پداسې وطني موضوع کې بې تفاوتي لوی‬
‫ترینه ګناه او نه بښل کیدونکی جرم وو‪ .‬دا زما په سینه‬
‫کې اخالقي پاڅون له مانه زما دردلیدلي هیواد له خپلې‬
‫خاموشې ژبې غوښت‪ .‬او ما په هره لحظه کې د خپل‬
‫هیواد د مرورو غرونو سترګې لیدلې چه ئې ماته کتل‪ .‬چه‬
‫ددوی سرتور سرونه ووینم او دردونه ئې هیر نکړم‪.‬‬
‫ما همدا ملړنی عبادت چه په خپل ځان فرض ګڼلی وو‬
‫د عبادت کولو د لوړ محراب په وړاندې‪ ،‬قلم او کاغذ د‬
‫عبادت خاموشه ژبه وه‪ ،‬چه باید سرته ورسیږي‪ .‬زما همدا‬
‫الره د ژوند الره شوله‪ ،‬چه یو مقدس هوډ وو‪ .‬تر ژوند‬
‫وروسته به هم زما د قبر په سر د خاورې د هرې ذرې له‬
‫ژبې په هوډ پاته شي‪ ،‬چه زما د مظلوم هیواد هر آخستی‬
‫زخم به زه په خپل قلم ښکلوم او د ظاملانو مخې ته به د‬
‫محکمې ور پرانستی ساتم‪.‬‬

‫‪ .۲‬د افغانستان له اوسیدونکو سره ژوند کول پدې مانا ده‬


‫‪1176 of 1205‬‬

‫چه‪ ،‬له هرې ژبې څخه د ګناه او د دروغو تیارې خپریږي‪.‬‬


‫د افغانستان له اوسیدونکو سره ژوند کول پدې مانا ده چه‬
‫د ژوند په ورځني هر ګام کې چل او فریب د ژوند پاکو‬
‫وړنګو ته لکه دام ایښودل شوی یو تهدید دی‪ .‬چه د هیڅ‬
‫چا د خبرې په صداقت د زړه باور نه راځي‪ .‬دا د کلونو او‬
‫پیړیو د تجربو له خوا هره ورځ تجربه شوی هم د تاریخ او‬
‫هم ددې هیواد په شاهدي یو حقیقت دی‪ .‬هم پخپله ددې‬
‫مسلمانو افغانانو له دروغ او چل بازیو ډک ددوی خپل بې‬
‫عزته ژوند دی‪ .‬ال په سترګو کې ئې چل او دروغ پراته دي‪.‬‬
‫هم په ویښه او ال په خوب ال له خپلو کږو پکرونو څخه کږې‬
‫لومې اوبي‪ .‬او په همداسې پکرونو ددې هیواد نسلونه لوی‬
‫شول‪ .‬دا کاږه پکرونه یو او بل ته انتقال شول چه د ګناه‬
‫تیارې ئې ددې هیواد په لویشت لویشت خاورې پریوتې‬
‫دي‪ .‬د خپلو ژبو د ګناه د کثافت څاڅکي ئې ددې هیواد‬
‫سینې ته آلوتي دي‪.‬‬
‫ددې مخلوق د روحي اخالقو د زوال مثال‪ ،‬خصوصا َ‬
‫د شاهد په توګه د افغانستان یو فقر وهلی منزوي کوم‬
‫کلی ندی‪ ،‬بلکه د افغانستان د پایتخت په نوم یاد شوی د‬
‫‪1177 of 1205‬‬

‫کابل د چټلیو دردناکه څهره ده‪ .‬چه هره خوا له پیاده روو‬
‫څخه نیولې تر کوڅو تر سړکونو هره لویشت د یو افغان د‬
‫دروني تیاره ژوند د روحي زوال بهرنی تصویر دی‪ .‬چه په‬
‫مادي توګه چټلي ګانې هره خوا د کابل په هر ګام ځمکه‬
‫له غولو څخه نیولې د خوسا اوبو ډنډونه‪ ،‬د میوو پوستکي‪،‬‬
‫خځلې‪ ،‬پالستیکونه او بد بوی چه یوازې د یو ناروغ د‬
‫درنې دردناکې تبې د شپې ډارونکی خوب کیدلی شي‪.‬‬
‫خو د کابل ځمکه په رڼا ورځ له خپلو اوسیدونکو درد لري‪.‬‬
‫کابل له خپل نوم څخه شرم لري‪ ،‬کوم چه دې خلکو دا شرم‬
‫ورآړولی دی‪ .‬د ځمکې هر ګام ئې په کثافت په یو نفرت‬
‫آووښتی دی‪ .‬دا یو مثال وو چه د شاهد په توګه په همدې‬
‫روان ‪۲۰۰۴‬م کال څخه ذکر شو‪.‬‬
‫خو بله مهمه موضوع داده چه ممکن په جارو یا په‬
‫اوبو د ځمکې له سر څخه چټلي جارو شي او ومینځل‬
‫شي‪ ،‬الکن هغه چټلي د افغانانو له ژبو پاکیدلی نشي او‬
‫په اوبو مینځل کیدلی نشي‪ ،‬چه هغه د دروغو ویلو د‬
‫اخالقي سقوط موضوع ده‪.‬‬
‫‪1178 of 1205‬‬

‫دروغ دوستي نلري‪ ،‬بلکه چل ورسره وي‪ .‬دروغ‬


‫صداقت نلري‪ ،‬بلکه د منافقت خوی ورسره وي‪ .‬اخالقي‬
‫میړانه نلري‪ ،‬بلکه دروغ د خپل ناروغ " زه " خودخواهي‬
‫لري چه د فریب کاریو‪ ،‬د ریاکاریو او د نامردي ناروغۍ‬
‫لري‪ .‬خصوصا َ چه نامردي هیڅکله د اخالقي غرور با‬
‫عزته شخصیت او د شریف وجدان لوړ مقام نلري‪.‬‬
‫که چیرې د یو الروي په پاکو سپینو جامو بهر په‬
‫کوڅې او سړک کې د ډنډ کوم کثیف څاڅکی پریوځي‪،‬‬
‫کیدلی شي چه انسان خپلې جامې پریمینځي‪ .‬مګر که د‬
‫مخاطب له ژبې تاته د دروغو څاڅکي درآلوزي‪ ،‬نو بیا؟‬

‫ما د عبادت همدا دوهم تصمیم هم ونیوو‪ ،‬چه هغه تصمیم‬


‫د خپل کور ور چه ‪ ۲۵‬کاله مې په ځان پسې وتاړه‪ .‬دا ور‬
‫ما وتاړه او غیر له د ګوتو په شمار یو څو د فکر او‬
‫عقیدې په لحاظ ډیر نږدې او مطمئن کسانو پرته‪ ،‬نور‬
‫هیڅ یو افغان ته مې د خپل کور ور خالص نکړ‪ .‬چه دغه‬
‫جمله دا اوس لیکم‪ ،‬همدا عبادت دوام لري‪ .‬خپل ځان مې‬
‫د افغانانو د کاذب او دروغجنې دوستي د تظاهر او دروغو‬
‫‪1179 of 1205‬‬

‫له ګناه څخه لیرې په خپل قلف شوي کور کې ساتلی دی‪.‬‬
‫پدې مانا چه‪ :‬ما له خپل وطن څخه "له ‪ ۱۹۷۸‬کمونستي‬
‫کودتا څخه بیا تر ‪ ۱۹۹۷‬پورې" بهر د وتلو او د مهاجرت‬
‫ګام وانخیست‪ .‬یوازې د یو ډیر کم وخت لپاره‪ ،‬یو وار د‬
‫طالبانو د اقتدار په ملړیو ورځوکې او بیا ددوی د اقتدار‬
‫په آخرو ورځو کې د یو لنډ وخت لپاره د یو ضروري‬
‫تداوي په مقصد تر پاکستان پورې والړم‪ .‬نور نو له وطن‬
‫سره پاته شولم‪ ،‬د وطن له دردونو سره پاته شولم او بیا هم‬
‫په خپل کور کې تکی تنها ووم‪ .‬پدې اوږدو کلونو کې ما د‬
‫خپل هیواد اوسیدونکي د هر راغلي رژیم په تله کې ولیدل‪.‬‬
‫ومې لیدل چه څرنګه هر ډُول ته د خپل ځان د "زه" د ګټې‬
‫لپاره ګډیږي‪ .‬ما وپیژندل چه دا څرنګه عجیبه مخلوق دی‬
‫چه کله جنګ او د جنګ توپانونو یو ځل وښورول‪ ،‬او کله‬
‫چه دا مخلوق یو ځل وښوریده‪ ،‬دا انسان ته ډیر مشکل‬
‫دی چه ومني او یا تخمین ال وکړي‪ ،‬چه څرنګه د هر‬
‫حزبي شوي او تنظیمي شوي افغان له دننه څخه د‬
‫څومره پیړیو ذخیره شوي او په څومره ورانونکي استعداد‬
‫د چل بازیو او د دروغو څلي په څیر د کثافت دا څلی مات‬
‫‪1180 of 1205‬‬

‫شوی وو‪ .‬واقعا َ د منلو نه وو چه څومره زیات تذویر‪ ،‬ریا او‬


‫د فریب راز راز ژبې ترې راووتلې‪ .‬او د ریا کاري هرې‬
‫ژبې د منافقت سل نورې ژبې درلودلې‪ .‬هر مخ سل رنګونه‬
‫درلودل‪ .‬په هر الس کې سل جنایتونه پراته وو‪ .‬او له هر‬
‫ګام څخه سل او زر خیانتونه خپاره شول‪.‬‬
‫مهم دا وو چه د افغانانو د پیژندلو لپاره‪ ،‬د هغوی د‬
‫واقعي پټو څهرو د لوڅیدو لپاره "واقعي شرطونه"‬
‫افغانستان کې پیدا شول‪ .‬دا یو حیاتي او تاریخي فرصت‬
‫وو‪ .‬مګر هغه افغانان د خپلو خلکو له پیژندنې او لدې مهم‬
‫فرصت څخه لیرې او ناخبره پاته شول‪ ،‬کومو هغو‬
‫افغانانو چه د جنګ او وحشت له ملبو څخه خپل اوالدونه‬
‫وویستل‪ .‬خصوصا َ چه غربي هیوادونو‪ ،‬امریکا یا هم‬
‫آسترلیا ته کډه شول‪ ،‬او پدوی کې چه ځینې افغانان ال له‬
‫اول نه په حزبي لومو او نفاق تړل شوي نه وو‪ .‬نه هغه‬
‫کمونستان چه وروسته له قتلونو څخه له افغانستان څخه‬
‫ووتل او په اروپائی هیوادونو کې سیاسي پناه ورکړل‬
‫شوله‪.‬‬
‫‪1181 of 1205‬‬

‫د فامیل او اوالدونو غم له ما سره نه وو‪ .‬دا یو‬


‫طالئی چانس وو‪ ،‬چه ما درلود‪ .‬نو د خپل سر او وطن له‬
‫غم نه پرته مې بل غم ندرلود‪ .‬پدې توګه په خپل وطن کې‬
‫پاته شولم‪ .‬خصوصا َ چه کله ئې زه د ‪ ۱۳۵۸‬کال د نوي‬
‫کال په شپه ونیولم او د شکنجو حاالت مې په شکنځه‬
‫ځایونو کې ولیدل‪ .‬دا هغه حاالت وو چه د خشم له هر‬
‫حرکت څخه ئې د نیول شوي افغان له وجود څخه د درد یو‬
‫آواز ویست‪ .‬او شکنجه ورکونکي به داسې ترې چارپیر وو‬
‫لکه چه یو قصاب د حیوان پوښې په رسۍ تړي او حیوان‬
‫د ژوندي پاته کیدو په خاطر سخت مقاومت کوي‪ .‬الس او‬
‫پوښې وهي‪ ،‬رسۍ شکوي او له ستوني څخه ئې نامعلومه‬
‫آوازونه خیزي‪ .‬هره خوا برګ برګ ګوري‪.‬‬
‫ماته هغه مشفق او څارونکي زما د ژوند رهنما‬
‫دوست او الهي مرموز قوت د افغانانو د پیژندلو بل یو‬
‫داسې فرصت هم راکړی وو‪ ،‬چه مې لیدل د یو افغان په‬
‫دننه کې څومره ظلم پروت دی؟ زما سترګو همدا حالت‬
‫مخکې له هغه چه په شکنجه ځای کې په مرګ پټې شي‪،‬‬
‫پداسې ځای کې ولید چه "ظلم آزادي" درلودله! ظالم‬
‫‪1182 of 1205‬‬

‫افغان په خپل ظلم او په خپل وحشت خوښ وو‪ .‬مائې‬


‫خوښي لیدله‪ .‬ما ئې له رګونو څخه راوتلی د هغه د ژوند‬
‫"واقعیت" لید‪ .‬هغه پټ څه ئې په وجود او په روح کې نور‬
‫پټ پاته نه وو‪ .‬افغان همدا وو! دادی چه دا پرونی مظلوم‬
‫افغان او د خپل کمونست حزب له خوا مخاطب شوی فقیر‬
‫انسان‪ ،‬دا د کشتې طبقې منسوب محروم شخص اقتدار‬
‫ته رسیدلی وو‪ .‬له اقتدار څخه مقصد پدې هیواد کې د‬
‫"انتقام آخستلو" پټ کین وو‪ .‬همدا علت وو چه ناروغ‬
‫روغتیا نه موندله‪ ،‬بلکه ظاملان عوض کیدل او ظلم په ال‬
‫زیات کین او انتقام پاته کیده‪ .‬له یوه نه بل ته په مناسب‬
‫فرصت انتقال کیده‪ .‬او ضرر او تاوان بیرته هیواد لید‪.‬‬

‫دا زما هوډ په شکنجه ځای کې په هغه تصمیم واووښت‪،‬‬


‫چه دا تصمیم له ماسره پاته شو‪ .‬چه که په ورځي سل ځله‬
‫مرګ مې مخې ته هم ودریږي‪ ،‬مګر له هیواد څخه به نه‬
‫وتلم او ونه وتلم‪ .‬دا یوه قهرماني نه وه‪ .‬دا کوم پوچ‬
‫احساسات هم نه وو‪ ،‬بلکه په ډیرو ژورو کې پراته د‬
‫افغانانو د ژوند رګونه وو‪ ،‬چه یوه ناروغه وینه پکې بهیدله‪.‬‬
‫‪1183 of 1205‬‬

‫او ددې ناروغي خپل ناروغ حالت وو چه ناروغ له خپلې‬


‫وینې څخه ناخبره وو‪ ،‬چه ناروغه ده‪ .‬بلکه برعکس پکې‬
‫خوښ وو‪ .‬مګر نورو روغو ته ئې ناروغ ویل‪ .‬ځانو ته ئې د‬
‫باغیرته او میړني اولس خطاب کاوو‪ .‬خو دا خبره ئې‬
‫پخپله ددوی هیواد نه منله‪ .‬ځکه چه افغانانو د یوې پیړۍ‬
‫د سلو کلونو په اوږده زمان کې تش یو کال ال په انساني‬
‫پکر او په انساني کار خپل هیواد ته یو داسې څه ورنکړل‬
‫چه د افغانانو په غیرت او په علمي تالش او مسئولیت‬
‫شاهدي ووائي‪ .‬یا هماغه "انساني نښې" ئې د وطن په‬
‫سینه کې په میراث پاته شوي وي‪ .‬د افغانانو د افغانیت او‬
‫د علم او د انسانیت مظهر وي‪.‬‬

‫دې پوښتنې زما مخې ته هغه وخت ځوابونه کیښودل چه‬


‫کله د افغانانو په سینو کې د انتقام پراته اورونه په جنګونو‬
‫لوڅ میدان ته ووتل‪ .‬ملبو خپله ژبه او د عقدو خپلې دروني‬
‫غوټې ئې درلودل‪ ،‬چه جنګونو هرڅه هرڅه لوڅ کړل‪ .‬لوڅ‬
‫ځوابونه ئې هم درلودل او د افغان په دننه کې پروت او د‬
‫هر افغان لپاره مهم خپل "زه" په پیړیو پیړیو خپل هیواد ته‬
‫‪1184 of 1205‬‬

‫د مشترک او د یو مقدس آمانت په توګه کتلی نه وو‪ .‬ددې‬


‫آمانت د ساتلو په پاک مقصد تر خپلو منځو راټول شوي‬
‫نه وو‪ .‬بلکه هر افغان په خپل باتور‪ ،‬په خپل غیرتي او په‬
‫خپل میړني "زه" تړل شوی وو‪ .‬چه ئې یو او بل ته تن نه‬
‫ورکاوو‪ .‬دې پوښتنې خصوصا َ د جنګونو په شرطونو کې‬
‫لوڅ ځوابونه او ددې ثبوت او شهود تجربې درلودلې‪ ،‬چه‬
‫افغانان به وروسته لدې هم هیڅکله د وطن د مقدس آمانت‬
‫د مقام په راټولیدلو او له خپلو عقدو او له جهالت نه ډک‬
‫”زه“ څخه په تیریدلو یو الس او یو آواز نشي چه‪:‬‬
‫‪ .۱‬افغانستان یو خیالي نوم وو‪ ،‬نه د یو ملي آرامان غږ‪.‬‬
‫‪ .۲‬د افغانستان خاورې د خپل مستقل دولت جغرافیاوي‬
‫موقعیت او له شرطونو څخه‪ ،‬هیڅکله خپل ځان په تیر‬
‫تاریخ کې ښودلی ندی‪ ،‬چه کوم وخت پدې هیواد کې په‬
‫سرتاسري واحد‪ ،‬مشترک سیاسي دولتي مرکز ئې ځان‬
‫ښکاره کړي وي‪.‬‬
‫‪ .۳‬یا کوم واحد ملت پکې اوسیدلی وي‪.‬‬
‫‪1185 of 1205‬‬

‫که د "ستر کوروش" له ځلیدلو سره د نني افغانستان‬


‫خاوره د هخامنشیانو له ولکې الندې هم وه‪ ،‬مګر دې غرني‬
‫هیواد د هخامنشیانو لپاره کوم ځانګړی هغه مقام ندرلود‬
‫چه یا د خپل وخت د تولید پام پرې وشي‪ ،‬او یا هم د‬
‫نفوس په سر ئې حساب وشي‪ .‬بلکه د نني پاکستان د‬
‫سرحدي سیمو او غرنیو منطقو کې د پرتو پښتنو د جنګ‬
‫له خوی او جنګي مهارت څخه ئې کار آخیست‪.‬‬
‫)‪ ۵۰۰‬کاله له میالده مخکې(‪.‬‬
‫نني پښتانه په هغو لیرو پیړیو کې ډیر کم په باجوړ‪،‬‬
‫سوات‪ ،‬تیرا‪ ،‬د سپن غره په ملنو او خیبر کې پراته وو‪ .‬د‬
‫هخامنشیانو اصلي هدف د غرب په لور د وسعت موندلو‬
‫پالن وو‪ ،‬چه د ننی تُرکئې د ځمکې ډیره برخه‪ ،‬عراق‪،‬‬
‫سوریه‪ ،‬مصر او یونان وو‪ .‬مګر د شرق په لور آباسین په‬
‫نظر کې وو چه‪ ،‬دا پښتانه یې په الره کې راته وو‪ .‬دده د‬
‫اقتدار ساحه تر نني کراچي بندري ښار پورې رسیده‪.‬‬
‫مطلب د تجارت الره وه‪ .‬دا د تاریخ له نګاه څخه یو‬
‫تاریخي واقعیت دی‪ ،‬چه هاخوا د تاریخ په ځای د نني‬
‫افغانستان جغرافیاوی موقعیت په روایاتو تړل شوې خبرې‬
‫‪1186 of 1205‬‬

‫لري‪ .‬خصوصا َ د یو پردي او نا معلوم قام چه په "آریائي"‬


‫یادیده‪ .‬مګر د هغو د میشته کیدلو پراخې ساحې ته ئې د‬
‫"آریانا" نوم ورکړل شوی وو‪ ،‬چه بیا هم د ننی افغانستان‬
‫وړه برخه او د ایران ځمکه وه‪ ،‬چه "بلخ" ئې مرکز وو‪ .‬دا‬
‫قام هم لکه نور مهاجم قامونه‪ ،‬ډیر ژر د لوی هند په لور‬
‫وخځیدل او د هند په شمال مغرب کې میشته شول‪.‬‬
‫هغه واقعیت چه د افغانستان په خاوره کې د قام له‬
‫نظره په یو بارزه نوم واووښت‪ ،‬هغه قام د "پښتنو" قام وو‪.‬‬
‫مګر نه دا چه دا قام د نني افغانستان په ټوله خاوره کې‬
‫میشته وو‪ ،‬خو اصلي خبره داده چه د "افغان" په نوم یاد‬
‫شول‪ .‬خصوصا َ د تاریخ په یو خاصه مرحله کې په معلومه‬
‫توګه چه یاد شوي دي او په تاریخ کې ئې د روایاتو په‬
‫ځای هغه تاریخي رول لوبولی‪ ،‬هغه د "سبکتګین" له‬
‫پاچاهي سره پیل شوله‪ .‬خو باید یاد ولرو چه پښتنو یوبل‬
‫ته "افغان" ویلي ندي‪ .‬مانا دا چه یو پردي قام دا نوم‬
‫ورکړ‪ ،‬کوم چه هغه پردی قام د "سبکتګین او بیا ورپسې د‬
‫سلطان محمود" د "تُرک ‪ -‬توراني" قام وو‪.‬‬
‫‪1187 of 1205‬‬

‫کله چه د افغانستان په ننی خاوره کې ټول پښتانه‬


‫قامونه نه وو‪ ،‬نو دوی خپل یو خاص ځای درلود چه د‬
‫هندوکش د غرونو جنوبي ملنې وې‪ .‬په جبل السراج نومي‬
‫ځای کې هلته چه د لوړې غونډۍ په سر یو پخوانی معبد‬
‫جوړ شوی وو‪ ،‬او بیا دا ځای د هخامنشیانو له ولکې په‬
‫وروسته پیړیو کې چه کله بودیزم او مخکې له هغه‬
‫برهمانیزم د افغانستان د هندوکش همدغو جنوبي ملنو ته‬
‫راغی‪ ،‬نو په "بګرام" او یا همدا ځای په کاپیسا شهرت‬
‫وموند‪ .‬نو د کابل سیمې په شمول دلته پښتانه نه وو‪ .‬د‬
‫پښتنو ملړنی ځای د پاکستان سرحدي غرنۍ سیمه وه او‬
‫بیا د غزني او د زابل سیمه شوله‪ .‬همدا د زابل پښتانه د‬
‫سبکتګین د پاچاهي په وخت کې په "افغانانو" رسما َ یاد‬
‫شول‪ .‬او رسما َ د هند په اشغال کې ئې د سبکتګین او د‬
‫محمود د پوځ نوکري ومنله او د نوکری ملړنی خوند ئې له‬
‫هماغو زمانو واخیست‪.‬‬
‫که پښتانه ځانونه ددې هیواد اصلي واکمنان ګڼي‬
‫مانا ئې داده چه په جنګ خوښ او په همدې شهرت چه د‬
‫ځانو میړنتوب او باتوری ئې ګڼي نازیږي‪ .‬مګر که بیا‬
‫‪1188 of 1205‬‬

‫وروسته وروسته د افغانستان هیواد ته له ګاونډیو هیوادونو‬


‫"لکه تاجکستان‪ ،‬ازبکستان یا ترکمنستان" څخه نور‬
‫قامونه هم راغلل او یا مخکې له هغه چه د افغانستان په‬
‫نوم هیواد د پښتنو د قام له خوا جوړ شوی وي‪ ،‬مګر څټ‬
‫ته ډیرې پیړۍ ددې قامونو په "ځان ځانیو" کې تیرې‬
‫شولې‪ ،‬چه دولت وجود ندرلود او په دولتي مرکزي قوت او‬
‫قانون راټول نه وو‪ .‬مانا ئې دا وه چه هر افغان خصوصا َ‬
‫پښتنو چه هر یو ئې "زه" او ځان وو‪ .‬او هر یوه ئې د "زه‬
‫او ځان" ساتنه په خپل مټ کوله‪ .‬همدا خوی او خصلت‬
‫پکې وروسته د افغانستان په نوم د یو هیواد له جوړیدو‬
‫څخه هم پاته خوی او خصلت شو‪ .‬مګر وروسته د مختلفو‬
‫قامونو یوه داسې مجموعه په افغانستان کې څرګنده شوله‬
‫چه په ژبو سره بیل وو‪ ،‬په نژاد سره بیل وو په سیمو له یو‬
‫بل څخه بیل وو او هر چا او هر قوم په خپل ځان رانغښتی‬
‫یو محدود قامي ژوند درلود‪ ،‬چه کوم ملي اړیکې پکې نه‬
‫وې‪.‬‬
‫دغه اوس په کابل کې د کابل غربي ساحه چه اکثره د‬
‫هزاره قام پکې میشته دی‪ ،‬مګر نورو کابلیانو څخه بیل‬
‫‪1189 of 1205‬‬

‫ښکاري‪ .‬پدې مانا چه په افغانستان کې ژوند په "قام"‬


‫حساب شوی دی‪ .‬نو د هر یوه زړه له بل قام څخه لیرې او‬
‫بیل تربیه شوی دی‪ .‬دا تربیه ددوی خپل ژوند ورکړې ده‪.‬‬

‫بل مثال‪ :‬په کابل کې چه څومره د هزاره قام پردي ښکاري‬


‫همداسې چه کله به په پخوا کلونو کې یو پښتون کابل ته‬
‫راغی‪ ،‬نو د کابلیانو "د کابل اصلي اوسیدونکو" له خوا به‬
‫حتی ملنډې پرې وهل کیدلې‪ .‬پښتون به دوی ته ساده‬
‫ښکاره کیده‪ .‬ددوی په سترګو کې پښتون بیعقل او ناپوه‬
‫وو‪ .‬دا یو فرهنګي بیلوالی هم وو‪ .‬ځکه چه عموما َ فارسي‬
‫ژبو او خصوصا َ د کابل اوسیدونکو د پوهې او له فکري‬
‫نظره ځانونه له پښتنو لوړ ګڼل‪ ،‬چه همداسې هم وو‪ .‬مګر‬
‫پښتنو‪ ،‬خصوصا َ بیا د پکتیا پښتانه په خپل توپک نازیدل‪.‬‬
‫د توپک له دروي ئې نورو ټولو غیر پښتني قامونو ته په وړه‬
‫سترګه کتل‪.‬‬
‫په نوم "افغانان" همدغه پښتانه وو‪ ،‬چه دننه فارسي‬
‫ژبو هم پښتنو ته "افغانان" ویل او پښتنو به فارسي ژبو‬
‫ته په وړه سترګه "دیګان" ویل‪ .‬د امیرعبدالرحمن خان په‬
‫‪1190 of 1205‬‬

‫واکمني کې د دولت د مالئې او مستوفیت په رسمي دوایرو‬


‫کې د مالئې د ټولولو په لست کې به پښتانه په "افغانیه"‬
‫او فارسي ژبي په "تاجکیه" نومونو لیکل شوي وو‪ .‬الکن د‬
‫عادی عوامو خلکو په ژبو "افغان" په "اوغان" تلفظ کیده‪.‬‬
‫چه اوس هم همداسې ده‪ .‬له اوغان څخه مقصد پښتانه‬
‫دي‪ .‬الکن هر افغان چه بهر بل هیواد ته والړ شي‪ ،‬نو هم‬
‫د هزاره‪ ،‬هم د تاجک‪ ،‬هم د نورستاني‪ ،‬هم د ازبک‪ ،‬هم د‬
‫ترکمن او هم د بلوڅ د قام منسوبینو په پاسپورت کې‬
‫یوازې د "افغان" نوم لیکل کیږي‪.‬‬

‫د افغانستان جغرافیاوي وضعه او حالت او خاوره داسې‬


‫وه چه د هند په الره پرته وه‪ .‬نور ټول مهاجر قامونه د‬
‫افغانستان له خاورې لوی هند ته تیریدل‪ .‬خصوصا َ د‬
‫منځنۍ آسیا په پراخه سیمې کې د پرتو مختلفو قامونو‬
‫مهاجرتونه که له میالده مخکې وو‪ ،‬لکه د "پارت‪ ،‬د ساک‪ ،‬د‬
‫کوشاني‪ ،‬د یفتل قام ‪ .” ...‬بیا د چنګیز خان په پاڅون کې‬
‫او بیا د ګوډ تیمور په جنګونو کې د افغانستان د خاورې‬
‫غرونه د پناه بهترین ځایونه وو‪ .‬په شلمه پیړۍ کې چه کله‬
‫‪1191 of 1205‬‬

‫په روسیه کې د اکتوبر کمونستي کودتا وشوله ‪ ،۱۹۱۷‬بیا‬


‫هم افغانستان ته له منځنی آسیا نه مهاجرین راغلل‪ .‬او‬
‫هغه مهاجرتونه چه د اسالم له وحشت نه کابل او‬
‫کابلستان ته راغلل‪ ،‬دا رنګه ټول واقعیتونه د نني‬
‫افغانستان خاورې ولیدل‪ .‬او رنګارنګ قامونه په اکثریت او‬
‫په اقلیت پکې میشته شول‪ .‬هماغسې په خپل قامي دننه‬
‫محدوده ژوند او باور تړلي پاته شول‪.‬‬

‫نتیجه دا وه چه‪:‬‬

‫له میالده مخکې کوم قام چه له منځنۍ آسیا څخه د نني‬


‫افغانستان خاورې ته را آووښتي وو‪.‬‬
‫الف ‪ :‬دا تر خپلو منځو اکثرا َ د جنګونو له کبله وو‪ ،‬مانا دا‬
‫چه د "جنګ خوی" د افغانستان خاورې ته له هماغو‬
‫قامونو راغی‪.‬‬
‫ب ‪ :‬کله به چه بل قام راورسید‪ ،‬نو بیا به هم د افغانستان‬
‫په خاوره کې تر خپلو منځو جنګونه وکړل او وروسته له‬
‫هغه به غالب قام هند ته تیر شو‪.‬‬
‫‪1192 of 1205‬‬

‫ت ‪ :‬دا لړۍ او دا د جنګونو سلسلې په پیړیو دوام وموند‬


‫چه د افغانستان خاوره د جنګونو میدان وو‪ .‬او مطلب د‬
‫هند خاورې ته په تلو کې‪ ،‬مګر دوی د نني افغانستان له‬
‫خاورې سره کومه عالقه او نژدیوالی نښود‪ .‬چه یو مستقل‬
‫دولت پکې جوړ کړي او د جنګونو په ځای او د ورانولو په‬
‫ځای آبادي ته پام وکړي‪ .‬دولتي آباد آثار ترې پاته شي‪.‬‬
‫بلکه دا آباده مرحله هغه وخت په نني افغانستان کې‬
‫ښکاره شوله چه د بودیزم د عقیدې اخالقي وړنګې د‬
‫افغانستان په ننی خاوره خپرې شولې او آباد معبدونه او‬
‫مجسمې ترې پاته شولې‪.‬‬
‫د ‪ :‬بیا هم دا کوم د دولتي مرکزیت آبادۍ نه وې‪ ،‬بلکه د‬
‫دولت په ځای "عقیده" وه‪ .‬عقیدې نشوای کوالی چه د نني‬
‫افغانستان په خاوره کې تر هغه وخته ځای ځای پراته‬
‫قامونو ته یو سیاسي مرکز او دولتي قوت او راغونډونکی‬
‫رسمي قانون وګرزي او دا قامونه په "دولتي مرکز" راټول‬
‫کړي‪.‬‬

‫په افغانستان کې دغه موجوده د "خودخواهي" د‬


‫”ځان ځاني“ د نفاق خصلت بې علته او بې له ریښو څخه‬
‫‪1193 of 1205‬‬

‫ندی‪ ،‬کوم چه ال تر ننه "‪ "۲۰۰۵‬کال پورې ئې افغانستان‬


‫ته ئې د ورانیو او د دربدریو "روحي بحران" راوستی دی‪.‬‬
‫او پکې په تیارو پراته دي‪ ،‬چه یو پراخه لید غواړي‪.‬‬
‫خصوصا َ چه یو هیواد له خپلو غرونو بل څه نلري او خواته‬
‫ئې یو پراخ سمسور هیواد هند یو جذاب مقناطیسي قوت‬
‫پروت وي‪ ،‬چه له لوړو افکارو‪ ،‬له افسانو‪ ،‬له عقیدو څخه‬
‫ډک وو‪ .‬د غرب په لور د هخامنشیانو د فارس امپراطوري‬
‫سترګې په مصري لوړ تمدن کې وې‪ ،‬او د فارس خلیج ئې‬
‫له پوښو الندې وو‪ .‬هلته چه نور د زردشت عقیده د فارس د‬
‫خلیج په پراخو نژدې سیمو کې په دولتی جوړ شوي قانون‬
‫ګډه شوله‪ .‬نوی جوړ شوۍ د فارس د هخامنشي‬
‫امپراطورۍ سترګې د یونان په تمدن لګیدلې‪ .‬هره خوا د‬
‫تیرو متمدنو افکارو دولتي او هنري نښې پرتې وې‪.‬‬
‫”بابلیانو“ په معماري‪ ،‬هنري او علمي جهان کې اوچت‬
‫ګامونه آخستي وو‪ .‬یا له آسوریانو‪ ،‬له سومریانو‪ ،‬له هیتیت‬
‫قام او لیدیانو څخه د خپل عصر شاهکارونه پاته وو‪ .‬او په‬
‫لسهاوو نور قامونو د میزوپوتامیا لیرې نژدې ساحو کې او‬
‫د مدیترانې په ساحلونو کې د فنیقی قام خپل ژوند عبث‬
‫‪1194 of 1205‬‬

‫تیر کړی نه وو‪ .‬خصوصا َ دوهم "رامسس" مصري واکمن‬


‫له واکمني څخه په مصر کې ال پخوا "‪ ۱۳۰۰‬کاله له میالد‬
‫مخکې بشریت ته په میراث هغه څه پرې ایښي وو چه ال د‬
‫شلمې پیړۍ د زورور تخنیک او ساینس خوله به ال په‬
‫تعجب او حیرانتیا ورته خالصه پاته وه‪ .‬هلته په یونان کې‬
‫د افکارو په لوړ آسمان کې د "هومیروس" په نوم یو‬
‫ستوری ځلیدلی وو چه وړنګې به ئې راتلونکو مدني لوړو‬
‫شغلې ورکولې‪.‬‬‫افکارو ته په ابدي الهام ُ‬
‫نو په داسې حاالتو کې چه د تیرو پیړیو سینې د‬
‫خپل خپل عصر د اوسیدونکو د الس د هاند په څراغ د‬
‫خپلو آثارو او د تاریخ په وړنګو رڼا شوې وې او کله چه‬
‫هلته د مدیترانې په غاړه د تمدن پیاوړی بنیاد وینو‪ .‬او چه‬
‫په "اورشلیم" کې داود او بیا د هغه زوی سلیمان" د‬
‫طالئي معبد او دولتی مرکز معماري سرته رسولې وې‪ ،‬د‬
‫افغانستان د خاورې د هغې زمانې سینه خالي وه‪ .‬چه‬
‫یوازې د آمو دریا له منځنۍ آسیا څخه جال کړې سیمه وه‪.‬‬
‫مګر د بلوڅو د قام خصوصا َ د "موهنجودارو" مدنیت او د‬
‫خپل وخت او عصر تاریخ جوړ شوی وو‪ .‬د دجلې او د‬
‫‪1195 of 1205‬‬

‫فرات د سیندونو غاړې په علمي آثارو آبادې وې او د هنر‬


‫او د مختلفو سرودونو او شعرونو ترې پاتې برخې ئې‬
‫زموږ السو ته رارسیدلي دي‪ .‬میخي خط یو لوی علمي او‬
‫فکري انقالب وو‪ .‬خصوصا َ هره خوا د تجارت کاروانونه او‬
‫کشتۍ په هغو هیوداونو کې د یو لوړ پیداوار او د تولید‬
‫غنا درلودله‪ .‬چه ال د حضرت عیسی زیږیدلو ته ډیرې پیړۍ‬
‫پاته وې‪ .‬دا هیڅ آوریدل شوي نه وو چه پدغو سترو‬
‫متمدنو هیوادونو کې به د کوم مذهب او مذهبي او الهي‬
‫عقیدې له خوا او له خولې څخه د "خدای او د دین“ په نوم‬
‫د جنګ او برالسي خبرې وتلي وي‪ .‬بلکه د هر هیواد د‬
‫هغه د خلکو د فرهنګ ژورو کې د "خدای خدایتوب" د‬
‫مفهوم او ښکال او ستاینو له سینو څخه هغه پټ پراته‬
‫سرودونه او شکلونه بهر خپل خپل مظهر نیوو چه بیرته د‬
‫هغو انسانانو دننه د خپل روحي جهان ښکاروندوی وو‪.‬‬
‫آریائی قام هم همدا الهي سرودونه درلودل چه معبدونه ئې‬
‫په نني افغانستان کې پاته شول‪ .‬خصوصا َ کابل د هماغو‬
‫سرودونو په تاریخ تړلی شوی تر ډیرې مودې پاته شو‪ .‬چه‬
‫بیا ئې ځای د "برهمانیزم" لوړو افکارو او د "روحي‬
‫‪1196 of 1205‬‬

‫تمرکز" اخالقي دیسپلین ونیوو‪ .‬بیا د بودیزم اخالقي‬


‫ارشادات ورسره یو ځای شول‪ ،‬چه د افغانستان د خاورې‬
‫زیاته برخه د هند له همدې فرهنګ سره تړل شوې پاته‬
‫شوله‪.‬‬
‫د عقیدو په مسیر کې چه کله د افغانستان د تاریخ‬
‫تاریخي شواهد کرار کرار په څرګندولو شول‪ ،‬هغه د ستر‬
‫مقدوني اسکندر د نني افغانستان غربي حدود "هرات" ته‬
‫د رارسیدلو تاریخی نیټه ده‪ ،‬چه له میالده مخکې ‪۳۲۹‬‬
‫کاله دی‪ .‬مونږ پوهیږو چه ستر سکندر چه کله د آسیا په‬
‫فتحې پسې له یونان څخه راووت‪ ،‬کال ‪۳۳۴‬قم مخکې له‬
‫میالده وو‪ .‬چه ‪ ۳۰۰۰۰‬پیاده او ‪ ۵۰۰۰‬سوارکارانو څخه‬
‫متشکل پوځ له "داردانیل آبنا" څخه آسیای صغیر خاورې‬
‫ته تیر شو‪ ،‬چه د آسیای صغیر "ننی تُرکیه" ډیرې سیمې‬
‫د فارس د امپراطوري د هخامنشیانو د قام په ولکه کې‬
‫وې‪ .‬هخامنشیانو مصر هم فتح کړی وو‪ ،‬چه خلک ئې له‬
‫ظلمونو څخه ناراضه وو‪ .‬او کله چه ستر سکندر مصر ته‬
‫ورسید‪ ،‬نو د مصر خلکو د یو ناجي په توګه هرکلی کړ‪.‬‬
‫ورسره د ننی افغانستان په خاوره هم "دریم داریوش"‬
‫‪1197 of 1205‬‬

‫حکومت کاوو او په بلخ او هرات ئې هم حاکمیت درلود چه‬


‫حکمرانان ئې پکې وو‪ .‬مانا ئې داده چه د هندوکش د‬
‫غرونو او د آمو دریا تر منځه پرته لویه سیمه کې د‬
‫هخامنشي د دولت له خوا حکمرانان مقرر کیدل‪ .‬د‬
‫هندوکش د غرونو جنوب ته د "بلوڅو قام" د مدنیت نښې‬
‫ښکاره شوې وې‪ .‬چه ال د افغانستان سیمو ته د ستر‬
‫سکندر په راتلو سره د بودیزم عقیده ال راغلې نه وه‪.‬‬
‫هم د کابل په شمول د هندوکش په جنوبي سیمو کې‬
‫چه د نني افغانستان هغو والیاتو لکه ننی لوګر‪ ،‬غزني‪،‬‬
‫قندهار‪ ،‬پکتیا‪ ،‬ننګرهار‪ ،‬لغمان‪ ،‬کنړ‪ ،‬زابل‪ ،‬کوهدامن او‬
‫کوهستان په شمول له هیڅ کوم معلوم او نومول شوي قام‬
‫څخه نوم نشته‪ .‬یوازې د نورستان خلک موجود وو مګر نوم‬
‫ئې نه وو‪ .‬یوازې څو هغه معبدونه چه د جبل السراج په‬
‫غونډۍ او د خیرخانه کوتل او د کابل د نني باالحصار په‬
‫غونډۍ پاس د "ویدا" د سرودونو د ملر ستاینې موجود وو‪.‬‬
‫ډیر ژر د "برهمانیزم" معبدونه هم ورسره یو ځای شول‪.‬‬
‫لدغو عقیدو او معبدونو پرته د کوم قام د ټاکلي نفوس او‬
‫میشت والي مشخص نوم نه لیدل کیږي‪ .‬مګر په بلخ کې او‬
‫‪1198 of 1205‬‬

‫شاوخوا سیمو کې بلخ ته نژدې "آتشکدې" جوړې شوې‬


‫وې‪.‬‬
‫بیا یوازې د هندوکش د غرونو شمال ته تر آمو دریا‬
‫په ننیو ‪ ۵ -۴‬والیاتو کې د یونان ‪ ۳۰۰‬کلنه امپراطوري‬
‫اوږدې مودې دوام وموند‪ ،‬چه په یوازني هماغې محدودې‬
‫کې همدا یوناني دولت جوړ شو او ‪ ۳۰۰‬کاله پاته شو‪.‬‬
‫خپل معبدونه او تاریخي ځایونه هم ترې پاته دي‪ ،‬چه یا له‬
‫خاورو الندې دي او یا د تیرو ‪ ۲۵‬کلونو په جنګونو کې د‬
‫قاچاقبرانو له خوا ډیر هغه تاریخي ځایونه لوڅ شول او‬
‫تاریخي آثار ئې لوټ شول‪ .‬او اوس هم کال ‪۲۰۰۵‬م د‬
‫تاریخي آثارو غله موجود دي‪ ،‬خصوصا َ "طال تپه" ته ئې‬
‫زیات خطر متوجه کړی دی‪ ،‬چه د مهمو آثارو څخه ډکه‬
‫یوه تپه او غونډۍ ده‪.‬‬
‫ح ‪ :‬ژبه هم زمونږ د نني افغانستان په خاوره کې د یو‬
‫واحد قام او ملت نمایندګي کړې نده‪ .‬فارسي ژبه د ایران‬
‫د خاورې او فرهنګ بوټی دی‪ ،‬چه د پیړیو په اوږدو کې‬
‫ئې زمانې او زړونه فتح کړي وو‪ .‬خصوصا َ د اشغالګرو‬
‫عربو د بدوي قام له خوا ډیر لوړ افکار ترینه واخستل‬
‫‪1199 of 1205‬‬

‫شول‪ .‬او د ډیرو فاتحانو د دربار ژبه شوله‪ .‬لکه څرنګه چه‬
‫د ډهلي د مغلي فاتحانو دولتي رسمي ژبه فارسي ژبه وه‪.‬‬
‫په منځنۍ آسیا کې د تاجکستان د هیواد فرهنګي هویت‬
‫په فارسي ژبه تړل شوی دی او په افغانستان کې د‬
‫رسمي ژبې مقام ته ختلې ژبه ده‪.‬‬
‫له فارسي ژبې پرته بله ژبه د "پښتو" ژبه ده چه‬
‫شعرونه یې اکثرا ً حماسي پیام لري او د پښتنو د جنګ‬
‫فخر ستائي‪ .‬بیا د جنګ او باتوري تر څنګ بل ویاړ د‬
‫اسالم ستاینه ده چه د پردي عربو په وړاندې د پښتنو د‬
‫غالمي کولو د شرم او شعر آواز لري‪ .‬مګر هیڅکله ئې د‬
‫کوم داسې ادبي فرهنګ او ادبیاتو په هغو افکارو کې‬
‫ځان ښکاره نکړ چه د یو واحد ملت نمایندګي وکړي‪ .‬بلکه‬
‫برعکس جنګونه ستایل شوي او هم د جنګونو تر څنګ د‬
‫پښتنو د نفاق د خوی او خصلت څهره ئې میدان ته‬
‫ویستلې ده‪ .‬چه په مختلفو سیمو کې یې امال او انشا یو‬
‫له بله لږ فرق لري‪.‬‬
‫زما یاد شي چه کله د شیرپور له زندان څخه ماته‬
‫یوه وړه چوله مساعده شوله چه د جنوبي وزیرستان په لور‬
‫‪1200 of 1205‬‬

‫الره ونیسم‪ ،‬زما د هماغو وزیرستاني دوستانو په فامیل‬


‫کې د کور مشر له خولې یوه ورځ د ډوډۍ د دستارخوان‬
‫په سر هغه لهجه چه زما د پښتیو لهجه وه چه کله د هغه‬
‫مشر له خولې ووتله‪ .‬نو له څلورو خواوو د ټولو سترګې په‬
‫پیغور او قهر په مشر برګې برګې شولې‪ ،‬لکه چه یوه نه‬
‫بښل کیدونکې ګناه ئې کړې وي‪ .‬دا ګناه د "راکړه" تلفظ‬
‫وو چه زما د پښتیو لهجه وه‪ .‬او چون زه میلمه ووم‪ ،‬نو د‬
‫یو میلمه د احترام په خاطر ئې زما لهجه استعمال کړه چه‬
‫"اوبه راکړه“‪ .‬حال دا چه د وزیرۍ پښتیو او ددوی د‬
‫پلرنۍ پښتیو لهجه "روکه" وه‪ .‬دا روکه ئې "راکه" تلفظ‬
‫کړ‪.‬‬
‫خبره بیرته پخپله د مختلفو پښتنو قامونو تر منځه د‬
‫توریالیتوب د لوړوالي او د هر پښتانه قام د "زه" د مهم‬
‫توب مګر د نفاق خوی دی چه ورسره خپله ژبه هم له نورو‬
‫ژبو څخه او خپل قام له نورو پښتنو قامونو څخه لوړ ګڼي‪.‬‬
‫د بل پښتانه د قام د ژبې د لهجې په تلفظ کولو شرمیږي‬
‫او حتی د پیغور سبب ګرزي‪ .‬که چیرې د لوګر د والیت‬
‫اوسیدونکی د "ستانیزي" د پښتون قام یو نفر په کندهار‬
‫‪1201 of 1205‬‬

‫کې یو وخت تیر کړی وي او بیا بیرته خپل کور او کلي ته‬
‫راشي‪ .‬که ئې د پښتیو په ژبه کې د کندهار د ژبې لهجې‬
‫ګډې شوې وي او تلفظ ئې کړي مثالَ د "نه" په ځای د‬
‫کندهار د پښتیو په لهجه "یه" ووائي‪ ،‬بس همدومره کافي‬
‫ده چه تر ډیرې مودې هغه ته پیغور شي‪ .‬یا د "څه" تلفظ‬
‫په "چه" ووائي مثالَ "زه کله څې ورغلم" ووائي "زه کل چې‬
‫ورغلم“‪ .‬نو دا یو ټاپی ده چه په هغه غلجي او ستانیزي‬
‫پښتون لګي‪.‬‬
‫دا اوس هم د کندهار لهجه کې ”ژغ“ د غلجي ژبې‬
‫د "غږ" په ځای استعمالیږي‪.‬‬
‫د پښتو ژبه څو لهجې لري‪:‬‬
‫غلجي لهجه‪،‬‬
‫ُدراني "کندهاری" لهجه‪،‬‬
‫د پکتیا د غرونو د اوسیدونکو د ژبې لهجه ده چه په لیکلو‬
‫کې نه استعمالیږي‪.‬‬
‫د "لرو پښتنو" چه د پاکستان د سرحدي سیمې د پښتنو‬
‫لهجه ده لکه د وزیرستان‪ ،‬د خیبر پښتانه او نور‪.‬‬
‫‪1202 of 1205‬‬

‫دا لهجې هومره ژورې او مختلفې دي چه د یوې‬


‫سیمې یو بې سواده پښتون ممکن د بلې سیمې په ژبه په‬
‫آساني سره پوه نشي‪ .‬یوازې یو مثال به ئې ولیکم‪.‬‬
‫که نور پښتانه او یا فارسي ژبي د "مولوی یعقوب" نوم‬
‫لولي‪ ،‬مګر ډیر مشکل ده چه د "میلی یاکیب" له لهجې‬
‫څخه دا درک کړي چه دا هماغه "مولوی یعقوب" دی‪ .‬چه د‬
‫وزیرستان خلک ئې همداسې تلفظ کوي‪ .‬او ”واو" په "ي"‬
‫او "الف" یو له بل سره آواز بدلوي‪" .‬کوم" "کیم" کیږي‪.‬‬
‫”خودوی کسم شه‪ " ،‬په خدای کسم ده“‪” .‬الړ“‪” ،‬لوړ“ او‬
‫ډیر نور…‬
‫بله ژبه د نورستان د لوی قام ژبه ده چه امال او انشا‬
‫نلري‪ .‬د افغانستان نور قامونه د نورستان خلک پداسې‬
‫توګه نه پیژني چه پدې هیواد کې دوی هم یو قانونی حق‬
‫لري او یو مستقل قام دی چه د ستر سکندر په زمانه کې‬
‫یوازنی قام وو چه د افغانستان په خاوره کې میشته وو‪.‬‬
‫او د هندوکش په شمال کې په ځینو تُرک نژاده قامونو‬
‫کې د منځنی آسیا اُزبکي او تُرکمني ژبې هم معمول‬
‫دی‪.‬‬
‫‪1203 of 1205‬‬

‫هغه موضوع چه د "ودونو" موضوع ده او هغې پوښتنې‬


‫ته د ځواب ورکولو الره خالصوي چه‪:‬‬
‫ولې افغانان "یو واحد ملت نشو؟ ولې به وروسته لدې‬
‫هم یو واحد ملت نشي؟‬
‫په افغانستان کې د یو پښتانه کوچي په سر د پراته‬
‫پیغور علت دا وو چه‪ ،‬زه ئې شخصا َ شاهد ووم‪ .‬د *د دڼي‬
‫قام" څخه یو کوچي یوه هزاره ښځه کړې وه‪ .‬که څه هم‬
‫"سني" وو‪ ،‬الکن خبره دا وه چه‪ :‬یو‬‫ددې هزاره قام مذهب ُ‬
‫پښتانه څرنګه د هزاره له نژاد څخه ښځه کړې وه؟‬
‫دا هغه پیغور وو چه د هغه کوچي پښتانه نسل هم‬
‫پرې ککړ شوی وو‪ .‬ټول کوچي قام هغه فامیل ته په وړه‬
‫سترګه کتل‪ .‬لکه داسې چه عاق شوی وي‪ .‬په مجلس کې‬
‫به ئې د اشتراک اجازه ندرلودله او حتی د زمنو په پوزو به‬
‫ئې حساب کاوو چه لوړې پوزې نلري‪.‬‬
‫بله خوا د افغانستان په ټول تاریخ کې د داسې‬
‫حادثې هیڅوک شاهد ندي او هیڅ داسې ثبوت نشته چه‬
‫یو چیرې د تاریخ په کومه مرحله کې کوم پښتون خپله لور‬
‫‪1204 of 1205‬‬

‫هزاره ته ورکړې وي چه واده د هزاره او د پښتون تر منځه‬


‫شوی وي‪.‬‬
‫بر کنړ کې ماته پښتنو وویل چه "مونږ له‬
‫نورستاني قام څخه کله نا کله واده کړی دی‪ ،‬مګر مونږ‬
‫خپلې پښتنې لورانې نورستانیانو ته په واده ورکړې ندي‪.‬‬
‫داځکه چه یو خو مونږ پښتانه یوو‪ ،‬دوهم دا چه زمونږ‬
‫لوڼې د نورستانیو د سخت ژوند زور نلري‪.‬‬
‫او هغو د لوړو غرونو اوسیدونکو نورستانیو څخه که‬
‫چا واده کړی وو‪ ،‬واده شوې لور ئې که کابل ته راوستلې‬
‫وي‪ ،‬مګر په کابل کې اکثرا َ دا رنګه نورستانۍ ښځې د‬
‫تجربو له مخې د توبرکلوز په ناروغۍ دچار شوې دي‪ .‬او‬
‫هم ئې هغه ښایست چه په غرونو کې درلود مګر په کابل‬
‫کې ئې که ناجوړه شوې هم نه وي‪ ،‬له السه ئې خپل‬
‫ښایست اکثرا َ ورکړی دی‪.‬‬

‫***‬
‫‪1205 of 1205‬‬

‫دا لیکنې به په همدې ځای پای ته ورسوم‪.‬‬


‫څرنګه چه د کتاب په سریزه کې ویل شوي دي‪ ،‬هیله ده دا‬
‫کتاب لوستونکي‪ ،‬په خاصه توګه افغان ځوانان یو ژور فکر‬
‫کولو ته وهڅوي او هر فرد ځان پدې حیاتي پوښتنو‬
‫مخاطب کړي چه‪:‬‬
‫”زه څوک ووم او یم؟ ولې دې ورکې ورځې ته را‬
‫ورسیدلو؟ ددې بربادیو او بې عزتیو علت څه وو؟‬
‫او څنګه کوالی شو چه حداقل خپله ملنه لدې ګناه څخه‬
‫پاکه وساتو؟‬

‫***‬

You might also like