You are on page 1of 87

‫کيم‬

‫ناول‬

‫رډيارډ کيپلنگ‬

‫خالصه او ژباړه‬
‫صفيه حليم‬

‫مارچ ‪ ٢٠١١‬م‬

‫‪ .١‬زمزمه‬
‫‪ .٢‬پير او مريد‬
‫‪ .٣‬د ريل گاډي نړۍ‬
‫‪ .۴‬وړوکې مداري‬
‫‪ .۵‬د سيند لټون‬
‫‪ .۶‬جرنيلي سړک‬
‫‪ .٧‬د سره غويي کنډک‬
‫‪ .٨‬خپل او پردي‬
‫‪ .٩‬د علم دروازه‬
‫‪ .١٠‬د طالي غشي سيند‬

‫‪1‬‬
‫د ليکوال او د ناول پيژندگلوي‬

‫کيم د نولسمی پيړۍ د انگريزي ژبی يو شاھکار ناول گڼل کيږي‪ .‬د دی‬
‫ليکوال ‪ ،‬رډيارد کيپلنگ د انگلستان اوسيدونکی اوډيرې نوری لنډی کيسی‬
‫او ناولونه يې کښلي دي‪ .‬دی شاعر او ژورناليسټ و او د ماشومانو لپاره‬
‫يې ھم ليکنې کړي دي‪ .‬په کال ‪ ١٩٠٧‬م کی کيپلنگ د ادب نوبل جايزه‬
‫وگټله چې په انگريزي ژبې د ليکنو لپاره لومړې نوبل جايزه وه‪ .‬جوزف‬
‫رډيارد کيپلنگ په ‪ ١٨۶۵‬م کی دبريطانوي ھند د بمبۍ په ښارکی زيږيدلې‬
‫و‪ .‬د پينځو کالو په عمر کی د ده مور پالر دی په انگلستان کی د زدکړو‬
‫لپاره ورواستاو‪ .‬د اوولسو کالو ال نه و پورا چې د ښوونځي د زدکړو نه‬
‫وروسته دی بيرته بمبۍ ته ورغلو‪ .‬ده خپل ماشومتوب د ھندپه رنگين او‬
‫کلتوري فضا کی تير کړې واو ھندوستاني ژبه يې زده وه‪ .‬کيپلنگ د‬
‫ماشومانو لپاره د " ځنگله کتاب " نومې ناول اونورې لنډې کيسې وليکلې‪.‬‬
‫په ‪ ١٨٨٢‬م کی ده د الھور نه خپريدونکې ورځپاڼې‪ " ،‬ملکي او پوځي‬
‫گزيټير " لپاره د يو ژورناليسټ په حيث کار پيل کړو‪ .‬د خپل ژوند د‬
‫لومړيو کلونو او بيا وروسته د خپل مسلکي ژوند تجربې د ده د " کيم "‬
‫نومې ناول اساس جوړ شول‪.‬‬
‫رډيارډ کيپلنگ د کيم نومې ناول په ‪ ١٩٠١‬م کال کی کښلې و‪ .‬د بريطانوي‬
‫امپيريالزم ھغه وخت په اوج کی و او د ھندوستان لويه اوچه د ملکې‬
‫وکټوريه د تاج يو داسې غمې و چې انگريزان پرې وياړيدل‪ .‬ھغه وخت ھر‬
‫چا فکر کوو چې انگريزانډٻر ايمانداره او معتبر خلک دې او ھر څه چې‬
‫کوي ھغه سم وي‪ .‬خود " کيم " کيسې دا طلسم مات کړو‪.‬‬
‫کيم د يو يتيم ماشوم کيسه ده چې د نولسمې پيړۍ په نيماي کی په ھند کی‬
‫ژوند کوی‪ .‬د ده پالر د آيرلينډ يو عادي پوځي و او د اور گاډي په شعبه‬
‫کی د انگريزانو تنخوادار مالزم و‪ .‬د ده ميرمنه "ايني شاټ" د کولرا په وبا‬
‫کی مړه شوه ‪ .‬د کيم پالر" اوھارا" له دی غمه شراب ته پناه يوړه او څه‬
‫موده وروسته دی ھم په داسی حال کی مړ شو‪ ،‬چې ماشوم زوې ته يې ھيڅ‬
‫پاتې نه و‪ .‬د کيم پالنه يوه داسې گډ نژادې ميرمنې په غاړه شي چې د اپيمو‬
‫نشه کوي‪ .‬ھغه خلکو ته واي چې کيم مې خوريې دې خو کيم د ښوونځي‬

‫‪2‬‬
‫نه پاتې شو ځکه د ده د پالر په پوځي غونډ کی ھيڅوک خبر نه و چې کيم‬
‫څه شو‪.‬‬
‫کيم له وړکتوبه د کوڅې او بازار ژوند کوي‪ .‬دی ټوله ورځ د الھور د‬
‫ميوزيم شاو خوا لوبې کوي او کله نا کله به په ھغې لوې توپې کښيناستو‬
‫چې " زمزمه نوميدو او د پاني پت په جنگ کی يې د کارولو نه وروسته‬
‫افغانانو ھم ھلته پريښې و‪ .‬خو کيم يو ډٻر ھوښيار ماشوم دی اود پيسو‬
‫لپاره د ښار د سوداگرو‪ ،‬دکاندارانو اود کوڅې او بازار د خلکو په وړو‬
‫وړوکارونوپسی منډې وھي‪.‬‬
‫دی خپلې جامې اوکړه وړه بدلولې شي او د خلکو په غولولو او په چل ول‬
‫کی پورا مھارت لري‪ .‬دې په خلکو ملنډې وھي‪ ،‬په ځان باور لري او‬
‫مغروره ھم دې‪ .‬کيم د اروپايانو په پرتله د ھندوستانيانو سره خوشاله وي‪،‬‬
‫د ده سوچ په ھندوستاني ژبه کی وي او کله چي انگريزي ژبه واي نو لھجه‬
‫يې لکه د نورو ھندوستانيانو په شان وي کيم ته د ده پالرويلي وي چې يوه‬
‫ورځ به د ده قسمت‪ ،‬د دوو سړو اود يو سور رنگ غوي په راتگ‬
‫بدليږي‪ ،‬چې په شين ميدان کی به والړ وي‪ .‬دا خبره د ده په دماغوکی‬
‫ناسته وي او په لټون يې د يو داسې سفر ته اوځي چې په الره د رنگا رنگ‬
‫پيښو نه تيريږي‪ .‬د کيسې په سر کی دی د تبت د يو بوداي جوگي يا المه‬
‫سره مخ کيږي چې د يو سيند په لټون راوتلې دې‪ .‬کيم د خپلو چاالکيو او‬
‫د سيمې په اړه د معلوماتو له کبله په دی سفر کی د دی ساده جوگي الر‬
‫ښود شي‪ .‬د دواړو تر منځ يوه داسی انساني تړون جوړ شي چې يو بل ته‬
‫ډاډ او توان ورکوي‪.‬‬
‫د دی ناول ځينو جملو ناندرۍ راپورته کړې خو انگريزي ژبې ته يې څو‬
‫محاورې ورکړې‪ ،‬لکه‪ " ،‬څوک چې يواځی سفر کوي‪ ،‬خپل منزل ته ژر‬
‫رسيږي" يا "ھر څوک چې زمزمه په الس کی لري‪ ،‬پنجاب د ھغه دې"‬
‫په دی ناول کی کيپلنگ مونږ يو داسی سفر ته له ځان سره وړي چې په‬
‫الره د ھغه وخت د ھندوستان د خلکو د ژوند يوانځور راته ښکاري‪ .‬د‬
‫دی د ميداني سيمو‪ ،‬د گرمې ھوا او دوړ او خاورو نه‪ ،‬ددی غرونو او شنو‬
‫ورشوگانو‪ ،‬کليو او لويو ښارونو ته ورځو‪ .‬په کورونوکی د عادي ښځو د‬
‫ژوند ژواک نه واخلې‪ ،‬تر ميوزيم او ښوونځو او په لوې جرنيلي سړک د‬
‫اسونوگاډي او د اورگاډي ھر څه وينو‪ .‬په دی ناول کی مونږ د ھند په‬

‫‪3‬‬
‫خاوره د بيال بيلو توکمونو او د مذھبونو د خلکو ژوند ته گورو‪ .‬دلته‬
‫جوگيان‪ ،‬درويشان او سادھوان مو تر نظره تيرٻږي‪.‬‬
‫د افغان ولوستونکو لپاره دا ناول په زړه پوری سياسي اړخ ھم لري‪ .‬د‬
‫نولسمی پيړۍ د انگلستان ھغه سياست چې د "لوې لوبی" په نوم ياديږي‪ ،‬په‬
‫دی کيسه کی داسی اخښل شوی دی چې يوه ژورناليسټيکي ليکنه جوړوي‪.‬‬
‫له ټول ھند نه د معلوماتو تر السه کول‪ ،‬ھغه وخت د انگريز يوه اړتيا وه‪ .‬د‬
‫دی لپاره د خلکو گومارول‪ ،‬د سازشونو او د پالنونو پلي کول او د‬
‫سرحدونو او گاونډيانو له وٻرې جنگ ته تياري کول‪ ،‬د کيسې برخه‬
‫جوړوي‪ .‬په دی سازشي کړيو کی د کيم په شان ماشومان خپله ونډه اخلي‬
‫او ھم ورباندی نيوکه لري‪ .‬که څه ھم د ناول دوه نورکريکټرونه ‪ ،‬محبوب‬
‫علي‪ ،‬چې د اسونو تجار او افغان دی‪ ،‬په منفي توگه ښودل کيږي خو د دی‬
‫کريکټر د کيم لپاره يوه مالتړ په توگه معرفي کيږي‪ .‬ھم دغسی د ډگر وال‬
‫کرايټن کريکټر د کيم په استعداد خبر شي نو د خپلو گټو لپاره تری کار‬
‫اخيستل غواړي‪ .‬خو له بلی خوا د ماشوم په حيث ھغه کيم ته د زدکړو او د‬
‫ښه چلن نصيحت ھم کوي‪ .‬په دی ناول کی د بيال بيلو مذھبونو د مشرانو‬
‫کريکټرونه يو څه نا څه د ټوکو او د ملنډو وړ گرځي‪ .‬په ھره ټولنه کی‬
‫داسی کسان څنگه د معصومو خلکو نه د خپل ځان لپاره گټه اخلي‪ ،‬څنگه‬
‫پخپلی عقيدی تينگ والړ وي او ھر ځاې چې موقع پيدا کړي نورو ته تبليغ‬
‫پيل کړي‪ .‬په ھند کی د انگريز د پوځ په چلن دا ناول يو طنز دی‪ .‬د ناول‬
‫کيسه ھم څه نا څه د مادي او معنوي ژوند د انډول يو درس ورکوي‪ .‬په‬
‫ځينو ځايونو کی مونږ د انسان بده او په ځينو کی ښه څيره وينو‪ .‬دا ھم راته‬
‫څرگندٻږي چې ھر انسان يو څه نا څه ښه والې لري ‪ .‬له بلې خوا ډٻر‬
‫معتبر او ښه څيرې خپل بد انساني خصلت راښيي‪ .‬د کيم کيسه د کيسو ھغه‬
‫ټول جزيات لري چې ولوستونکی له ځانه سره تر پاې وړي‪.‬‬

‫‪4‬‬
‫زمزمه‬

‫د ښار والۍ له خوا ھيچا ته اجازه نه وه چې د ميوزيم مخې ته والړ زمزمه‬


‫نومې پخوانۍ توپ دی کښيني‪ .‬داسی ويل کيده چې دا توپه که د ھر چا په‬
‫الس کی وي ھغه به د پنجاب واکمن وي‪ .‬خوکيم لږه شيبه وړاندې د الله‬
‫دينا ناتھه زوې له دی توپې غورځولې او اوس پخپله پری ناست و‪ .‬ده‬
‫خپل ځان ځکه د دی وړ گڼلو چې اوس پنجاب د انگريزانو په واک کی و‬
‫او دی انگريز و‪ .‬خو کيم سپين پوست نه لرلو او په محلي ژبه خبرو ورله‬
‫خوند ورکوو‪ .‬بيا ھم دی پيرنگې و‪ ،‬بې وزله او يتيم ديارلس کلن پيرنگې‬
‫ماشوم ‪ .‬کومې ميرمنې چې د ده پالنه کوله او د اپيمو چيلم به يې څکول‪،‬‬
‫ټولو ته ويل چې کيم د ھغې خوريې دې‪ .‬خو د کيم مور د يو پيرنگي په‬
‫کور کی نوکره او د کيمبل اوھارا سره يې واده کړې و‪ .‬ھغه د آيرليند د‬
‫)ميويريک نومې( کنډک يو سارجنټ و‪ .‬وروسته ھغه د سند‪ ،‬پنجاب او د‬
‫ډٻلې د اورگاډو په شعبه مالزمت کوو‪ .‬د ده ميرمنه د کولرا په وبا کی‬
‫مړه شوه نو اوھارا په نشو اخته شو او چې مړ شو نو کيم ايله د دريوکالو‬
‫و‪.‬‬
‫د سارجنټ ټول ميراث درې کاغذونه و‪ .‬يو د ده د زوې کيمبل‪ ،‬د‬
‫زيږيدوشھادت نامه او بل د پوځ د نوکرۍ نه د ھغه د وتلو سند و‪ .‬خو ھغه‬
‫دريم کاغذ مھم و‪ .‬په دی ليکلي و چې کيم پسی به يو ډگرمند د خپلو نھو‬
‫سوو عسکرو سره په اس سپور راځي او ھغه وخت يو سور غويې به په‬
‫شين ميدان کی والړ وي‪ .‬ھغه وصيت کړې و چې دا درې واړه پاڼې دی‬
‫کيم ته ورکړې شي او په ھيڅ حالت ھغه دا له خپل ځان ليرې نه کړي‪.‬‬
‫د پالر د جنازې نه وروسته کله چې کيم په برنډه کی د پروړ په چوکۍ‬
‫ناست او ژړل يې نو ھغې ميرمنې دا درې واړه کاغذونه د څرمنې په يوه‬
‫بټوه کی وگنډل او کيم ته يې پر غاړه کړل‪ .‬کيم به کله کله د ھغې ميرمنې‬
‫له خلې د غويي او د ډگر من کيسه اوريده‪ .‬خو ده ته به د پالر خبره راياده‬
‫شوه چې دوه کسان به د ډگر من د پوځ لپاره الره ھواره کړي‪ .‬که ھغې‬
‫ښځې په جادو باور لرلو نو کيم به يې يو جادوگر ته وراستولې وې او چا‬
‫به د کاغذونو په ليدو سمدالسه کيم په غرونو کی جوړ د مسيحيانو ښوونځي‬

‫‪5‬‬
‫ته وراستولې وی‪ .‬خو ھغې ميرمنې په جادو باور نه لرلو‪ .‬کيم چې لږ‬
‫لوې شو نو د مسيحي پادريانو په ليدو به يې ځان ترې پټ کړو‪ .‬که يو‬
‫انگريزچې افسر غوندې به ورته ښکاره شو‪ ،‬له ده د مور پالر يا د کورنۍ‬
‫په اړه پوښتنې کولې نو سم ځواب به يې نه ورکوو‪.‬‬
‫د کيم د کولو لپاره ډٻر څه و‪ .‬ھغه د الھور ښار ھره کوڅه پيژندله او په‬
‫دی کی د ټولوخلکو د کاروبار نه خبر و‪ .‬د ده ژوند د الف ليال د افسانو نه‬
‫ھم په زړه پورې اوخونده ور و‪ .‬په ښار کی کيم " د نړۍ وړوکې‬
‫ملگرې" په نوم پيژندل کيدو‪ .‬د ده کار به زيات وخت د شپې و‪ ،‬چې د‬
‫خلکو د کورونو په بامونو په تياره کی ده لکه د سيوري‪ ،‬د فيشني ځوانانو‬
‫لپاره منډې ترړې وھلې‪ .‬په داسی شيطاني کارونو خو کيم له ھغه وخت‬
‫راھيسې پوھيدو چې خبرې يې زده کړې وې‪ .‬ھغه ته دا لکه د يو لوبې‬
‫ښکاريدل او ورته به يې خوند ورکوو‪ .‬په تيارو کوڅو کی منډي‪ ،‬په‬
‫ديوالونو د اوبو په نلونو بره ختل‪ ،‬د کورونو په بامونو د ناستو ښځو ژوند‬
‫ته کتل‪ ،‬د دوي خبرې اوريدل او د اوړي په شپو د يو کور د بام نه بل ته‬
‫وردانگل‪.‬‬
‫بيا د سيند پر غاړه ملنگان او فقيران و چې د ونو الندې يا د خپلو خښتو د‬
‫کوټڼيو سره په ايرو کې يې ځانونه پټ کړي ناست يا والړو‪ .‬کله چې دوي‬
‫به له خيرات راتولولو وروسته روان و نو کيم به ورته ستړي مشي ويل او‬
‫دا ټول يې پيژندل او کله چې به د چا پام ورته نه و نو د دوي سره به يې په‬
‫يوه کاسه کی ډوډۍ ھم خوړله‪ .‬ھغې ميرمنې چې د ده ساتنه کوله‪ ،‬مينت‬
‫زارۍ به يې ورته کولې چې د انگريزانو جامې دی په غاړه کړي‪ .‬دا يو‬
‫پتلون‪ ،‬کميس او يوه زړه خولۍ وه‪ .‬خو د کيم لپاره دا اسانه وه چې د خپل‬
‫کار په مناسبت د ھندو او يا د مسلمانانو جامې پر غاړه کړي‪.‬‬
‫يو ځوان سړي ھغه ته د ټيټې طبقې د ھندو ھلک پورا جوړه ورکړې وه‪.‬‬
‫کيم دا جوړه د "نيال رام" د لرگو په ټال کی د يو لوې چارتراش الندې پټ‬
‫ايښې وه‪ .‬کله چې کيم د شپې په پښو وگرځيدو‪ ،‬نو سھار به ستړې ستومانه‬
‫د کور په داالن کی راښکاره شو‪ .‬د ودونو د جنج ) ورا( شا ته په زوره‬
‫زروره چغې وھل يا د ھندوانو په ميله کی شور جوړول‪ ،‬دا د کيم ھغه‬
‫کارونه و چې ضروري به يې گڼل‪ .‬کله کله به يې په خپل کورکی ډوډۍ‬
‫وموندله خوزيات وخت به پکې ھيڅ ھم نه و‪ .‬په داسی وخت کی به ھغه‬
‫بيرته بھر والړو او د محلت ملگرو سره به يې ډوډۍ خوړله‪.‬‬

‫‪6‬‬
‫اوس کيم د زمزمه توپ په لوې نل داسې ناست و لکه چې يو باچا پر خپل‬
‫اس ناست وي‪ .‬ده به کله د وړوکي چھوټا الل او د حلوايي زوي د عبد ‪g‬‬
‫سره د باچا وزير لوبه کوله‪ .‬د ميوزيم په دروازه والړ پوليس ورته داړې‬
‫چينگې کړې‪ .‬د پوليسو کس کيم له پخوا پيژندلو چې دی څوک و‪ ،‬ھم‬
‫دغسی‪ ،‬مشکي‪ ،‬چې د اوبو د مشک نه به يې په سړک اوبه شيندلې‪ .‬د‬
‫ميوزيم ترکاڼ جواھر سنگه ھم د کيم له اصله خبر و‪ .‬د ښار ھر کس خبر‬
‫و چې کيم څوک و خو ھغه خلک چې د کليو نه ښار ته راتلل خبر نه و‪ .‬په‬
‫دوي کی ځينې کسان به عجايب خانې )ميوزيم( ته ھم ورتلل چې ھلته د‬
‫خپلو سيمو جوړ شيان وگوري‪ .‬په دی ميوزيم کی د ھندوستان ھنري اونور‬
‫شيان ھم ايښي او ھر ھغه چا چې غوښتل يې ځان پوھه کړي‪ ،‬د ميوزيم‬
‫مشر نه به يې پوښتنې کولې شوې‪ .‬عبد ‪ g‬اوس د زمزمه په لويه پايه‬
‫ورختلې و‪ .‬په چيغه يې وويل‪،‬‬
‫عبد ‪ . g‬پاڅه‪ ،‬اوس ما پريږده چې ورباندی کښينم‪.‬‬
‫کيم‪ .‬ستا پالر پکوړې خرڅولې او مور به دی غوړي غال کول‪ ،‬مسلمانان‬
‫له زمزمه پخوا راپريوتي و‪.‬‬
‫چھوټا الل‪ .‬ما پريږده چی زه پرې کښينم‪.‬‬
‫کيم ‪ .‬ھندوان ھم له زمزمه غورځيدلي و‪ .‬دوي له مسلمانانو ماتې خوړلې‬
‫وه‪ .‬ستا پالر پکوړې خرڅولې‪ .‬ستا مور‪...‬‬
‫د کيم خبره په خله کی پاته شوه‪ .‬ھغه په سړک يو داسې ننداره وليده چې د‬
‫ده ژبه يې بنده کړه‪ .‬ھغه د ھند د ھري سيمې خلک پيژندل‪ ،‬خو د موټرو‬
‫او د ټانگو په شورکی ده يو داسې سړې وليدو چې د ھندوستان د ھر توکم‬
‫او سيمې نه يې توپير لرلو‪ .‬ھغه سړې شپږ فټه لوړ و‪ ،‬لوې لوې څادرونه‬
‫يې له ځانه تاو کړي و‪ .‬کيم نه پوھيدو چې داسې جامې د کوم مسلک خلکو‬
‫اغوستې‪ .‬د ده د کمر بند سره د اوسپنې يو پرانستې قلمدان او د لرگي د‬
‫مريو تسبيح ټالۍ وھلې‪ .‬د ھغه په سر يوه لويه درې گوټيزه خولۍ وه ‪ .‬د ده‬
‫مخ ژيړ او گونځې و‪ ،‬سترگې وړې او له کونجونو بره ختلې وې‪.‬‬
‫کيم‪ .‬دا څوک دې؟‬
‫عبد ‪ .g‬سړې ښکاري‪.‬‬
‫کيم‪ .‬بي شکه‪ ،‬خو ما په ھند کی داسې سړې چرې پخوا نه و ليدلې‪.‬‬
‫چھوټا الل‪ .‬ښاي‪ ،‬مال وي‪ ،‬وگوره ‪ ،‬دی عجايب خانې ته روان دې‪.‬‬

‫‪7‬‬
‫سړي د ميوزيم مخې ته والړ پوليسونه څه وپوښتل‪ .‬خو پوليس د پنجاب و‬
‫او د ھغه په خبرو پوھه نشو‪ .‬کيم ورته په چغه وويل‪،‬‬
‫کيم‪ .‬دی خارجي دې‪ ...‬او غوييه‪ ،‬دی ستا په خبرو نه پوھيږي‪ ،‬دلته يې‬
‫راواستوه‪ .‬ھغه له زمزمه ټوپ کړ‪ .‬سپين ږيري اخوا ديخوا کتل او بيا ورو‬
‫ورو د ھلکانو په لوري نږدې شو‪ .‬د ده د وړينو څادرونو نه د غرونو‬
‫خوشبوي راوالوتو‪ .‬ھغه په سوچا اردو ژبې وويل‪.‬‬
‫سپين ږيرې‪ .‬اې وړو‪ ،‬دا لويه ودانۍ د څه شي ده؟‬
‫کيم‪ .‬عجايب خانه‪...‬د عجايباتو نړۍ‪.‬‬
‫سپين ږيرې‪ .‬آھا عجايب خانه‪،،،‬ھن‪...‬نودلته ھر څوک ورتلې شي؟‬
‫کيم‪ .‬په دروازه يې ليکلي دي چې ھر څوک ورتلې شي‪.‬‬
‫سپين ږيرې‪ .‬بي له پيسو ورکولو ورننوتې شي؟‬
‫کيم‪ .‬زه خو ورته ځم راځم اوډٻرې پيسې ھم نلرم‪.‬‬
‫راھب‪ .‬يا ربه‪ ،‬زه زوړ شوې يم‪ ،‬نه ووم خبرچې ‪...‬‬
‫کيم‪ .‬اې بابا ‪..‬بابا ‪ ...‬د کوم وطن يې؟ زات دی څه دې ؟ له ليرې خو به نه‬
‫يې راغلې‪.‬‬
‫سپين ږيرې‪ .‬زه د " کوھلو " اوسيدونکې يم‪ .‬د کيالش له غرونو نه وراخوا‪.‬‬
‫خو ته پرې څه خبر يې؟ له ھغو غرونو يم چې ھوا يې پاکه او اوبه يې تازه‬
‫دي‪.‬‬
‫عبد ‪ )g‬په وياړ(‪ ،‬خطاي؟ چين‪...‬د چين اوسيدونکې يې؟‬
‫چھوټا الل‪ .‬پھاړي" د غرونو اوسيدونکې يې؟‬
‫سپين ږيرې‪ .‬او بچيه‪ ،‬له داسې غرونو چې ته به يې چرې وونه ويني‪ .‬تا د‬
‫" بھوټيال " نوم اوريدلې دې چې په تبت کی دې؟ زه خطاي نه يم‪ ،‬بلکه ‪،‬‬
‫" بھوټا " يم‪ .‬او که غواړې نو درته ويلې شم چې زه " المه" يم‪ .‬ستاسو په‬
‫ژبه کی ورته " گورو" يا استاد واي‪.‬‬
‫کيم ‪ ).‬له ځانه سره( د تبت گورو! ما داسې کس چرې پخوا نه ووليدلې‪.‬‬
‫نو په تبت کی ھندوان اوسيږي؟‬
‫سپين ږيرې المه‪ .‬مونږ د منځني الرې منونکي او د امن غوښتونکي‬
‫بوداي راھبان يو‪ .‬د مرگ نه وړاندې زه بايد د څلورو سپٻڅلو ځايونو‬
‫زيارت وکړم‪ .‬تاسو ماشومان يئ او دومره علم نه لرئ چې زما په شان‬
‫سپين ږيرې به يې ولري‪ .‬تاسو ډوډۍ خوړلې ده؟ زه اوس اوږې نه يم‪.‬‬

‫‪8‬‬
‫خو دا راته ووايئ چې دا رښتيا دي چې د الھور په عجايب خانه کيډٻری‬
‫څيرې اٻښي دي؟‬
‫عبد ‪ .g‬دا ريښتيا دي ‪ .‬دا ځاې د کافرانو له بوتانو ډک دې‪ .‬ته ھم د بوتانو‬
‫منونکې يې؟‬
‫کيم‪ .‬د ده خبره مه اوره‪ .‬دا د حکومت اداره ده او دلته د بوتانو لمانځنه نه‬
‫کيږي‪ .‬ھلته يو سپين ږيرې صاحب ناست وي ‪ .‬ما سره راځه چې‬
‫درښکاره يې کړم‪.‬‬
‫چھوټا الل‪) .‬د شونډو الندې( نااشنا درويشان‪ ،‬ماشومان خوري‪.‬‬
‫عبد ‪) .g‬په ورو غږ( مال نااشناھم دی او بت پرست ھم ‪.‬‬
‫کيم )په خندا( دی نوی دی‪ .‬خو تاسو ځغلئ‪ ،‬د خپلو ميندو په غيږ کی‬
‫ځانونه پټ کړئ‪.‬‬
‫کيم د ميوزيم د اوسپنې څرخي دروازې نه ورتير شو او المه ورپسې و‪.‬‬
‫دننه د ميوزيم په لوې تاالر کی المه وازه خله ودريدو‪ .‬ھلته د يوناني‬
‫بوديزم تمدن شاھکار مجسمې ايښې وې‪ .‬د لرغونو پيړيو پخواني شيان چې‬
‫جوړونکی يې ھم له خلکو ھير و‪ .‬ھلته په سوونو شيان و‪ ،‬په تيږه کی‬
‫توږلي‪ ،‬د دروازو او د معبدونو ټوتې چې د ھند د شمال نه راوړل شوي و ‪.‬‬
‫په ھر يوسره نښه )ليبل( لگيدلې وه او د ميوزيم لپاره دوياړ يوه خزانه و‪.‬‬
‫المه کله يواو کل بل شي ته په خوښۍ ځير و‪ ،‬بيا والړو او يو داسې انځور‬
‫ته ودريدو چې پکی د بودا د تاج اغوستو پيښه کښل شوې وه او دی د‬
‫برسنډې په يو گل کی ناست و‪ .‬د ده چاپيره باچاھان‪ ،‬زاړه او پخواني نور‬
‫بودايان ھم والړ و‪ .‬د دی نه ښکته اوبه وې چې پکی گلونه‪ ،‬مھيان او‬
‫مارغان جوړ و‪ .‬د ده د سر د پاسه دوو د لولکيو) پرپرکو( په څير ديوانو‬
‫د گلونو اميل نيولې و او د ھغې د پاسه دوو نورو ورباندی چتر نيولې و‪.‬‬
‫المه په خوشالۍ وويل‪ ،‬دا پخپله ساکيامني)بودا( دی او په سلگيو شو‪ .‬په‬
‫شونډو يې يوه مرموزه دعا زمزمه کوله او بيا په زوره يې وويل‪ ،‬ھغه اوس‬
‫دلته دی‪ ،‬تر ټولو ښه او سپيڅلې څټه ھم دلته ده‪ .‬زما زيارت پھډٻر ښه‬
‫شگون پيل شو‪ .‬دا څومره مھارت دې‪ ،‬بې شکه مھارت دې‪.‬‬
‫کيم د چا د راتلو غږ واوريدو نو د يوې المارۍ شا ته پټ شو‪ .‬يو سپين‬
‫ږيرې انگريز را روان و او المه ته يې کتل‪ .‬المه تاو شو او د ھغه په ليدو‬
‫يې ورته الس په تندي کيښودو‪ ،‬په بل الس يې له څادر يوه کتابگوټې او يوه‬

‫‪9‬‬
‫د کاغذ ټوټه راويستله‪ .‬انگريز په کاغذ څو توري ولوستل او په موسکا يې‬
‫وويل‪ " ،‬ھو دا زما نوم دې"‬
‫المه‪ .‬زه د خپل ملگري سره څو زيارتونو ته تللې ووم‪ ،‬ھغه اوس د "‬
‫النگ چو" په خانقاه کی مشر راھب دې او دا کاغذ يې راته راکړې و‪.‬‬
‫ھغه راته د دی ځاې او دلته ايښي شيانو په اړه ډٻرڅه ويلي و‪.‬‬
‫انگريز صاحب‪ .‬د تبت المه‪ ،‬ھر کله راشه‪ .‬ستا د علم د زياتولو لپاره دا‬
‫ټولی څيرې او زه حاضر يو‪ .‬مھرباني وکړه او د څو شيبو له زما دفتر ته‬
‫راشه‪.‬‬
‫ھغه انگريز صاحب د خوشالۍ نه په جامو کی نه ځايدو‪ .‬د ده دفتر د لرگي‬
‫يوه وړه کوټڼۍ )غرفه( وه چې د مجسمو گيلري سره جوخته جوړه وه‪ .‬کيم‬
‫په دی وخت کی دکوټڼي د لرگين ديوال سره په زمکه سمالستو او غوږ يې‬
‫يوسوري ته برابرکړو چې دننه د دواړو سړوخبرې واوري‪ .‬د المه او د‬
‫صاحب خبرې د ده له پوھې لوړې وې‪ .‬المه د يوعبادت ځاې نوم يادوو‬
‫چې د څلورو مياشتو پلې مزل وروسته دی ورته رسيدلې و او ھلته يوه‬
‫رنگ شوې تيږه پرته وه‪ .‬صاحب يوغټ کتاب راواخستو چې د ھغه ځاې‬
‫عکسونه يې لرل‪ .‬دا عبادت ځاې د يوې لوړې غونډۍ پر سر جوړو‪ .‬المه‬
‫د ښکر نه جوړ د نظر چيناي عينکې په سترگو کړې او وې ويل‪ ،‬دا ھغه‬
‫وړه سره دروازه ده چې د ژمي نه وړاندې مونږ ترٻنه لرگي دننه وړل‪.‬‬
‫ھغه چې اوس لوې راھب دې راته ويل چې انگريزان په ھر څه خبر دي‪.‬‬
‫ما به پرې باور نه کوو‪ .‬خو اوس مې وليدل چې زمونږ سپٻڅلې څټه دلته په‬
‫احترام ساتل شوې ده او د ده له ژوند ټول خبريږي‪.‬‬
‫انگريز په دی خوشاله شو او المه يې د نورو مجسمو او د تيږو د اثارو‬
‫ليدو ته بوتلو‪ .‬المه لکه د ماشومانو خوشاله و او ځاې ځاې به يې د‬
‫انځورونو او نقشو په اړه خپل معلومات ورزياتول‪ .‬کوم ځاې چي ده ته به‬
‫معلومات نه و‪ ،‬نو صاحب به ورته الماني او فرانسوي ژبوکتابونه راوړل‪.‬‬
‫په څو شيبو کی صاحب پوه شوې و چې د ده ميلمه عادي فقير نه و بلکه‬
‫يو ولوستې‪ ،‬ديني عالم و‪ .‬دوي په ځينو خبرو کی بيرته کتابونه وکتل‪ ،‬المه‬
‫به نسوار خلې ته کړل‪ ،‬خپلې عينکې به يې پاکی کړې او د اردو او تبتي‬
‫ژبو په گډون لکه د تيز اورگاډي خبرې وکړې‪ .‬ده د چيناي راھبانو‪ ،‬خوان‬
‫زانگ او د فاھيان نومونه ياد کړل او پوښتنه يې وکړه چې د دوي سفر‬
‫نامې چا ژباړلي وې که نه‪ .‬صاحب ورته ھغه ژباړې راوويستې او المه‬

‫‪10‬‬
‫حيرانه پاتې شو‪ .‬بيا صاحب ورته ھغه ژباړې په اردوکی واړولې او المه‬
‫په لومړي ځل خبر شو چې اروپايانو د دوي د دين او کلتور د معلومولو‬
‫لپاره څومره ھڅې کړي وې‪ .‬بيا ھغه ته يې يوه لويه نقشه ښکاره کړه چې‬
‫ورباندې ژيړې نښې لگيدلې وي‪ .‬د المه گوته د صاحب د پينسل پسې‬
‫روانه وه او ھغه ورته لرغوني ځايونه په نښه کول‪.‬‬
‫دواړو سپين ږيرو څو شيبې دی نقشې ته کتل او صاحب يو بل پايپ د‬
‫څکلو لپاره بل کړو‪ .‬په دی وخت کی کيم په فرش ويده شوی و او کله چي‬
‫راويښ شو نو د دواړو سپين ږيرو خبرې ال روانې وې خو اوس ھغه د‬
‫دوي په خبرو پوھيدو‪.‬‬
‫المه‪ ..‬نو ھوښيار صاحبه‪ ،‬بيا ما فيصله وکړه چې زه دی ھغو زيارتونو ته‬
‫ورشم چې زمونږ سپيڅلي )بودا( پرې گام ايښې و‪ .‬د ھغه آباي ټاټوبي ته‬
‫والړ شم‪ ،‬ھغه ونه وگورم چې ده ورالندې د ژوند حقيقت وموندلو‪ ،‬ھغه‬
‫معبد چې ده پکی عبادت کوو‪ ،‬او ھغه ځاې پخپلو سترگو ووينم چې ده تری‬
‫بلې دنيا ته سفر وکړو‪ .‬زه يواځې راووتلم‪ .‬تر څلويښتو کالو دا زما په‬
‫زھن کی و‪ ،‬چې پخوانيو تعليماتو څوک عمل نه کوي‪ .‬تاسو خبر يئ چې‬
‫خلکو دبوتانو لمانځنه‪ ،‬جادو او د شيطان الره خپله کړې ده‪ .‬بھريو ماشوم‬
‫ھم راته وويل چې بت پرستي کيږي‪.‬‬
‫صاحب ورته وويل‪ ،‬چې په ټولو مذھبونو کی ھم داسی ده خو المه وويل‪،‬‬
‫زمونږ ماليان پخپلو کی په جنگ اخته دي‪ .‬ستاسو عالمانو ډٻر ښه کارونه‬
‫کړي دي خو د دوي په پرتله زه د ھيڅ نه خبر نه يم‪ .‬زه ورځم چې خپل‬
‫روح د مادي نړۍ دڅرخ نه ازاد کړم او په يوې پرانيستی الره گام کيږدم‪.‬‬
‫ھغه وموسيدو او وې ويل‪ ،‬د يو زاير په حٻث زه ثواب گټل غواړم‪ .‬کله‬
‫چې زمونږ سپيڅلې بودا تنکې ځوان و نو د ده د پالر په دربار کی يو تن‬
‫وويل چې ده ته واده مه کوه ځکه چې دی کمزورې دې‪ .‬پالر يې دری‬
‫وارې دې له ازموينو تيرکړو‪ .‬دريم وارې يې ورته يو غشې او لينده‬
‫ورکړل چې نښه وولي‪ .‬کله چې ده غشې له ليندې ورخوشې کړو نو ھغه د‬
‫نورو ټولو له نښو وړاندې تٻر او له سترگو پناه شو‪ .‬اخر دا غشې چې په‬
‫کوم ځاې پريوتو‪ ،‬ھلته اوبه راووتلې‪ .‬په ھغه ځاې کی اوس يو سيند‬
‫بھيږي‪ .‬ھر څوک چې د دې سيند په اوبو کی والمبي نو له گناھونو پاک‬
‫شي‪ .‬ته خبر يې چې ھغه سيند کوم ځاې کی دې؟ ھغه د پوھې چينه به کوم‬
‫ځاې وي چې غشې پکی پريوتې و؟‬

‫‪11‬‬
‫انگريز صاحب ورته وويل‪ ،‬افسوس چې زه خبر نه يم‪ .‬المه ورته مينت‬
‫زارۍ وکړې چې زه اوس زوړ شوې يم او په خوب کی مي ليدلي دي چې‬
‫ھغه سيند بايد ولټوم او ھم د دی لپاره دلته راغلې يم‪ .‬صاحب وويل که دی‬
‫خبر وې نو ورته به يې ښودلې وې او المه ته د مينت زارۍ اړتيا نه وه‪،‬‬
‫خو افسوس چې معلومات نلري‪ .‬المه بيا ھم خپله خبره کوله او ورته ټينگ‬
‫شو چې انگريز له ھر څه خبروي نو د دی سيند معلومات به ھم ولري‪.‬‬
‫صاحب ورته بيا وويل چې دی ريښتيا واي او د سيند په اړه معلومات نه‬
‫لري‪.‬‬
‫المه راپاسيدو نو ھغه ترې پوښتنه وکړه چې چرته ځي‪ .‬ده ورته وويل‪،‬‬
‫لومړې به په بنارس کی کاشي )زيارت( ته ورځم‪ .‬ھلته د جٻن دين منونکي‬
‫يو عالم سره وينم ‪ .‬ھغه ھم د رازونو سپړونکی دی او ښاي له ھغه به يو‬
‫څه زده کړم‪ .‬کيديشي ما سره بوده گيا ته والړ شي‪ .‬له ھغه ځايه شمال او‬
‫بيا په لويديځ کی "کپل وستو" ته ورځم او ھلته به د سيند لټه وکړم‪ .‬خو‬
‫‪...‬نه‪...‬نه ‪...‬زه به د سيند لټون ھر ځاې کووم‪ .‬ځکه ھيڅوک خبر نه دي‬
‫چې ھغه غشې کوم ځاې پريوتې و‪.‬‬
‫صاحب ترې پوښتنه وکړه چې دومره ليرې به څنگه ځي؟ نو ده وويل‪ ،‬په‬
‫سړک او داورگاډي د الری‪ .‬دی د پټھان کوټ له غرونو په ټرين کی‬
‫راغلي و‪ .‬صاحب ورته جنوب ته تلونکو اورگاډو د ټايم ټيبل ) محال‬
‫ويش( خبره وکړه چې په کاغذ چاپ شوې و‪ .‬کله چې د ډوډۍ خواړو‬
‫پوښتنه يې وکړه نو المه وويل‪ ،‬د دی سفر لپاره زه به د خپل سپيڅلي په پل‬
‫ورځم او د ھغه په شان د خيرات کچکول ھم لرم‪ .‬کله چې له غرونو روان‬
‫شوم نو زما يوه مريد راسره و او ھغه به راته ټوک ډوډۍ راپيدا کړه‪ .‬خو‬
‫په الره ھغه تبي ونيولو او مړ شو‪ .‬اوس مريد نه لرم خو ھر وختې چې‬
‫اړتيا وه کچکول به پخپله ونيسم چې څوک خيرات راکړي‪.‬‬
‫صاحب خبر و چې په خانقاه کی اوسيدلې د دې المه په شان عالمان خيرات‬
‫نه غواړي‪ .‬خودی د نورو په پرتله ورته ھوډيالې ښکاره شو‪ .‬ھغه د نوي‬
‫سپين کاغذ يوکتابگوټې او دوه درې پينسلونه راوويستل‪ .‬دا يې المه ته‬
‫ورکړل اوله ھغه يې د ده عينکې وغوښتې‪ .‬د المه د عينکو شيشې زړې‬
‫وې او ورباندې دخراشکو ليکې جوړې شوې وې‪ .‬انگريز صاحب دا‬
‫عينکې په خپلو سترگوکړی نو د دې غټ والې ورته د خپلو عينکو په څير‬

‫‪12‬‬
‫ښکاره شو‪ .‬ھغه خپلې نوي عينکې المه ته ورکړې چې ده په سترگوکړې‬
‫نو سر يې يو خوا بل خوا تاو کړو او وې ويل‪ " ،‬لکه د وزرې سپکې دي"‬
‫صاحب ورته وويل او دا د بلورو جوړې دي‪ .‬خداې دی وکړي چې د سيند‬
‫تر لټون درسره پاتې شي‪ ،‬دا عينکې ستا شوې‪ .‬المه ورته وويل چې‬
‫عينکې او قلم کتاب به د دوو عالمانوتر منځ د ملگرتٻا د نښې په توگه له‬
‫ځانه سره واخلي‪.‬‬
‫بيا د خپل کمربند نه يې د اوسپنې قلمدان پرانستو او انگريز صاحب ته يې‬
‫په ميز کيښودو‪ ،‬دا ستا او زما د ملگرتيا د نښې په توگه دی تا سره وي‪ .‬دا‬
‫زوړ دې او ښاي له ما ھم زوړ وي‪ .‬په قلمدان پخواني نقشونه جوړ و او‬
‫لرغونې معلوميدو‪ .‬صاحب ورته انکار وکړو چې دا قديمي شې دې او دی‬
‫ترې نه شي اخستې‪ .‬خو ھر څومره چې ده انکار وکړو‪ ،‬المه ورته ټينگ‬
‫شو چې دا د ده له خوا يوه تحفه وه‪ .‬بيا يې وويل‪ ،‬کله چې ما سيند‬
‫وموندلو نو تا ته به په وريښمو جوړ يوانځور راوړم‪ .‬ما به په خانقاه کی د‬
‫وريښمو د پاسه په رنگ او برش داسی انځورونه جوړول‪ .‬د صاحب وس‬
‫نه رسيدو چې المه يې په کوټه کی بند کړې وې ځکه په وريښمو ھغسې د‬
‫بوداي ديني انځورونه جوړونکي اوس د گوتو په شمير پاتې و او دا ھنر‬
‫ورک شوې و‪ .‬خو المه بھر روان و‪ ،‬د ده سر لوړ و‪ .‬يوې شيبې له د بودا‬
‫يوې مجسمې ته يې وکتل چې په مراقبه کی ناست و او بيا له دروازې‬
‫ووتلو‪.‬‬

‫پير او مريد‬

‫کيم ھغه المه پسې لکه د سيوري روان و ‪ .‬ھغه دننه په ميوزيم کې د‬
‫انگريز صاحب او د ده تر منځډٻرې خبرې اوريدلې وې او زړه يې په‬
‫ټوپونو و‪ .‬ده په ژوند کی د داسې يوسړي سره نه وومخ شوې او په دی‬
‫اړه يې نورې پلټنې غوښتې‪ ،‬ھم ھغسې لکه چې ده ديوې نوې ودانۍ يا د‬
‫الھور په ښار کی د نوي ميلې جاج اخستو‪ .‬سپين ږيرې المه د زمزمه‬
‫نومې توپې سره ودريدو او اخوا ديخوا يې کتل‪ ،‬چې سترگې يې په کيم‬
‫ولگيدې‪ .‬ھغه ستړې و خو پوليس واال ورته په غرور وويل‪" ،‬د توپې‬
‫الندې مه کښٻنه"‪ .‬کيم د ھغه په خبره خان کوڼ واچوو او المه ته يې‬
‫وويل‪" ،‬که ته غواړې نو د ھغې توپې الندې کښٻنه" او پوليس ته يې يوه‬

‫‪13‬‬
‫ښکنځله وکړه‪ .‬پوليس واال غلې شو‪ .‬ھغه خبر و چې که کيم چغې کړې نو‬
‫ټول کوڅه ډب ھلکان به پرې راټول شي‪ .‬کيم د المه سره د توپې الندې‬
‫کښٻناستواو پوښتنې يې پيل کړې‪.‬‬
‫کيم‪ .‬تا دننه د چا عبادت کوو‪.‬‬
‫المه‪ .‬ما د ھيچا عبادت نه کوو‪ ،‬ھلته مې خپل سپيڅلي پيغمبر ته سر ټيټ‬
‫کړو‪.‬‬
‫کيم ‪ .‬ته څه کارکوې؟‬
‫المه‪ .‬زه خيرات راټولوم‪ ،‬خو اوس راياد شو چې ما له ډٻره وخته څه نه‬
‫دي خوړلي‪ .‬ته خبر يې چې په دی ښار کی د ډوډۍ لپاره خلک څنگه‬
‫سوال کوي؟ د تبت د دود په شان يو ځاې خاموشه کښٻنم او که نه په زوره‬
‫غږ وکړم‪.‬؟‬
‫کيم‪ .‬ھغه څوک چې په خاموشۍ سوال کوي‪ ،‬په خاموشۍ د نھرې د السه‬
‫مړ شي‪.‬‬
‫المه د پاڅيدو ھڅه وکړه خو د يو سوړ اسوٻلي سره بيا کښٻناستواو په‬
‫"کوھلو" کی خپل مړ شوي مريد يې په سلگيو کی ياد کړو‪ .‬کيم خپل سر‬
‫يوې خوا ته کوږ کړو‪ ،‬د ھغه حالت يې څارلو او څه سوچ يې کوو‪ .‬بيا يې‬
‫د ده کچکول واخيستو او وې ويل‪ " ،‬ته آرام وکړه زه دلته خلک پيژنم‪".‬‬
‫ھغه په مڼده د موتي بازار يوې سابه خرڅوونکي ښځې ھټۍ ته والړو چې‬
‫دی يې پيژندلو‪ .‬ھغې د کيم په ليدوناره کړه‪،‬‬
‫ښځه‪ .‬ښه نواوس ته جوگي شوی چې دا کچکول په الس گرځوې!‬
‫کيم‪ .‬په ښار کی يو نوې درويش راغلی دی او ما داسی کس چری پخوا نه‬
‫وليدلی‪.‬‬
‫ښځه‪) .‬په قھر( زوړ درويش وي که نوې‪ ،‬زه له دوي ويزاره يم ‪ .‬لکه د‬
‫مچانو زمونږ په خواړو پاي‪ .‬زما د وړو پالر دلته لنگر نه دې پرانيستې‬
‫چې ھر څوک غواړي ھغه له به مفته ډوډۍ ورکوو‪.‬‬
‫کيم‪ .‬نه‪..‬نه ‪...‬ھغه درويش نوې دې‪ .‬په عجايب خانه کی انگريز صاحب‬
‫ورسره داسی خبرې کولې لکه چې څوک خپل ورور سره کوي‪ .‬اې زما‬
‫مورې‪...‬دا کچکول راته ډک کړه‪.‬‬
‫ښځه‪ .‬ھاي زما قسمته‪ ...‬سھار يوغواي له دکانه د پيازو ټوکرۍ راله تشه‬
‫کړې وه‪ .‬ھاغه دی بيا را روان دی‪ ،‬شابه‪...‬شو شو‪..‬شو ځغله‪.‬‬

‫‪14‬‬
‫کيم )غويې په وھلو وھلو د دکان نه وشړلو( وگوره‪...‬ما چې څومره سابه‬
‫درته له غويي وژغورل‪ ،‬په دی کاسه کی د ھغې لسمه برخه ھم نه ځايٻږي‪.‬‬
‫اې مورې‪ ...‬اوس راته لږې وريژې‪ ،‬د پاسه پرې اوچ مھې او لږ اينگولې‬
‫راکړه‪.‬‬
‫د دکان د شا نه د يو سړي د غوريدو غږ واوريدل شو چې ښځه يې ترټله‪.‬‬
‫ښځه‪) .‬په ټيټ غږ( ده رانه غواې شړلې دې‪.‬‬
‫بيا يې کچکول واخستو‪ ،‬دا يې له گرمو وريژو ډک کړواو وې ويل‪،‬‬
‫"غريبانو ته ورکول ښه وي"‪ .‬کيم په خپلو گوتو په سپينو وريژو کی سورې‬
‫جوړکړو‪.‬‬
‫کيم‪ .‬زما جوگي غواې نه دې‪ ،‬لږ اينگولې ھم راکړه او که د پاسه پرې يوه‬
‫پراټه او ورسره لږه چټني ھم وي نو ھغه به خوشاله شي‪.‬‬
‫ښځه )د غاښونو په چيچلو( د خپل سر ھومره سورې دی راته په وريژو‬
‫کی جوړ کړو‪.‬‬
‫بيا يې د ترکارۍ اينگولې په کچکول کی واړولو‪ .‬د پاسه پرې يوه پراټه او‬
‫لږ ژيړ غوړي کيښودل او د املي چټني يې يوې خوا ته پکی واچوله‪.‬‬
‫کيم‪ .‬دا ښه وشول‪ .‬اوس تر څو چې زه دی بازار کی يم نو غواې به ستا‬
‫کورته نه راځي‪ .‬زه به يې دومره ووھم‪.‬‬
‫ښځه‪).‬په خندا( غواي ته بد مه وايه‪ .‬ھم تا خو راته ويلي و چې يوه ورځ‬
‫سورغوې به له ميدانه ستا ژغورلو له راځي‪ .‬گوره پام چې ډوډۍ چپه‬
‫نکړې‪ .‬ھغه درويش ته وايه ما ته دی دعا وکړي او زما د لور د‬
‫سترگوعالج تری وپوښته‪.‬‬
‫کيم تر دې وخته د ډوډۍ کچکول له خپل سر لوړ نيولې او د کوڅې د سپو‬
‫او د اوږو ماشومانو نه يې په ساتلو‪ ،‬په منډو المه ته ورسيدو‪ .‬المه سترگې‬
‫وغړولې او په کچکول کی ايښې شيانو ته يې وکتل‪ .‬کيم ھغه وخت يو‬
‫مشکي )بھشتي( ته ناره کړه چې د ميوزيم مخی ته يې اوبه شيندلې‪.‬‬
‫مشکي دوي ته نږدې راغې او د خپل مشک له خلې اوبو دارې يې ورته‬
‫پريښودې‪ .‬کيم پخپله لپه کی اوبه واخستې او وې څښلې‪ .‬خو المه د کمر‬
‫بند نه يوه پياله راوويسته او له اوبو يې ډکه کړه‪ .‬بيا يې پخپله ژبه څو‬
‫دعاگانې وويلې او په يو يوگوټ يې اوبه وڅښلې‪.‬‬
‫دواړو ښه په مړه گيډه ډوډۍ وخوړه او کچکول يې تش کړو‪ .‬المه خپل‬
‫نسوار وکړل‪ ،‬څو شيبې يې تسبيح اړولې او بيا په خواږه خوب ويده شو‪.‬‬

‫‪15‬‬
‫کيم د توپې د گاډي لوې پل سره ډډه لگولې وه او سوچونه يې کول چې‬
‫ناڅاپه ورته د نيال رام د لرگيو گودام راياد شو‪ .‬د سترگو په رپ کی دی د‬
‫گودام لوري ته روان و‪.‬‬
‫ماځيگر په ماښام بدل شو او د سړک د څراغونو رڼا چې بله شوه نو المه له‬
‫خوبه راويښ شو‪ .‬سترگې يې اخوا ديخوا واړولې او مخې ته يې يو ھلک‬
‫په خيرنو جامو وليدو چې د ھندوانو پگړۍ يې په سر تړلې وه‪ .‬ده ورته رډ‬
‫رډ کتل چې ھلک ترې وپوښتل‪" ،‬ولې چا درنه غال کړې ده؟ "‬
‫المه ) پريشانه غږ کی( زما نوې مريد رانه تللې دې او نه پوھيږم چې ھغه‬
‫به اوس چرته وي؟ پخوانې مريد می مړ شوې و او د ھغې په بدل کی‬
‫خداې راته يو نوې مريد راواستولو‪ .‬ما ته يې د ژوند الره سمه کړه او چې‬
‫زه د ولوږې بي حاله ووم نو زما د ډوډۍ لپاره يې سوال وکړو‪ ،‬زه يې‬
‫موړکړم‪ .‬ناڅاپه راپيدا شوې و او اوس ناڅاپه رانه ورک دې‪ .‬ما فکر کوو‬
‫چې د بنارس په سفر کې به دی راسره مل شي او ما نه به څه زده کړه‬
‫وکړي‪.‬‬
‫کيم حيرانه پاته شو ځکه المه ريښتيا ويل‪.‬‬
‫المه‪ ..‬خو زه اوس پوھيږم چې ھغه د يو ھدف لپاره راليږل شوې و او‬
‫دومره خبر يم چې اوس به ھغه سيند پيدا کړم‪.‬‬
‫کيم‪ ..‬د غشي سيند ‪.‬‬
‫المه‪) .‬حيران( ما خو تراوسه د عجايب خانې د ساتونکي نه عالوه بل‬
‫ھيچا ته دا خبره نه ده کړې‪ .‬ته څوک يې؟‬
‫کيم‪...‬ستا مريد‪ .‬ما پخپل ژوند کی ستا په شان څوک ندي ليدلي او زه غواړم‬
‫تر بنارس درسره والړ شم‪ .‬ستا په شان سپين ږيرې يو مريد ته اړتيا لري‪.‬‬
‫المه‪ .‬خو د غشي د سيند خبره تا ته چا وکړه؟‬
‫کيم‪ .‬او‪ ...‬ھغه خو کله چې تا د انگريز سره خبرې کولې نو ما واوريدل‪ .‬زه‬
‫د دروازې سره مالست ووم‪.‬‬
‫المه‪) .‬سوړ اسويلې( ما فکر کوو چې ته زما الر ښود يې‪ .‬خو زه د دی‬
‫شيانو وړ نه يم‪ .‬ته د سيند په اړه معلومات نه لری؟‬
‫کيم‪ .‬نه‪..‬نه‪ ..‬زه معلومات نه لرم‪ .‬زه د يو غواي په لټه يم‪ ،‬سور غويې چې‬
‫په شين ميدان کی به والړ وي او ما سره به مرسته وکړي‪.‬‬
‫المه‪ .‬د څه لپاره ؟‬

‫‪16‬‬
‫کيم‪ .‬خداې خبر شه؟ خو ما ته مې پالر ويلي و‪ .‬ما په عجايب خانه کی‬
‫ستا له خلې د نااشنا غرونو او د عجيبه ځايونو په حکله واوريدل‪ .‬که ته په‬
‫دی عمرکی د سيند په لټون راوتلې يې نو زه ھم سفر کولې شم‪ .‬که زمونږ‬
‫په قسمت کی وه نو پخپل لټون کی به بريالي شو‪ .‬ممکن زه باچا شم‪.‬‬
‫المه‪ ...‬زه به تا ته له باچھۍ نه زيات ښه شيان ورزده کړم‪ .‬راځه چې‬
‫بنارس ته روان شو‪.‬‬
‫کيم ‪ .‬د شپې نه‪ .‬اوس خوغله راوتلي دي‪ ،‬سبا سھار به روانٻږو‪.‬‬
‫المه‪ .‬خو د شپې تيرولو لپاره ځاې نه لرو‪.‬‬
‫کيم‪ .‬مونږ به په کشمير سراې کی ښه ځاې پيدا کړو‪ .‬زه ھلته يو ملگرې‬
‫پيژنم‪ ...‬راځه راسره‪.‬‬
‫دوي دواړه د ښار په گڼه گوڼه کی روان و‪ .‬المه په لومړي ځل د يو لوې‬
‫ښار په سړک د شپې حال وليدو او د موټرو له ھارنونو به وويريدو‪ .‬دوي‬
‫اورگاډي سټيشن ته نږدې د کشمير سراې په لويه دروازه کی ورننوتل چې‬
‫د دې پراخ انگڼ چاپيره محرابي دروازې او شا ته يې کوټې جوړې وې‪.‬‬
‫په انگڼ کی له اوښانو‪ ،‬اسونو او خچرو تجارتي سامانونه راښکته کيدل او‬
‫باريدل‪ .‬د ھند د شمال او د مرکزي ايشيا د تجارانو ډلې دلته ايساريدې‪ .‬يو‬
‫شور ماشور پکی جوړ و‪ .‬کيم په دی گڼه کی المه بدرگه کوو‪ .‬دوي په يو‬
‫څو پوړيو وختل او د محرابي برنډې بل سر ته ورغلل چې د اورگاډي‬
‫سټيشن ته نږدې و‪ .‬ھلته به د اسونو سوداگر محبوب علي ايسارٻدو‪ .‬دی د‬
‫شمالي غرونو سړې و او کيم پخپل وړوکي ژوند کی اوپه تيرو کلونو کی د‬
‫ھغه لپاره څو کارونه کړې و‪.‬‬
‫محبوب علي يوغټ او دنگ سړې و‪ ،‬ږيره به يې په نکريزو رنگوله‪ .‬ده‬
‫کله کله يو يا بل کس چې د اسونو د تجارت سره يې ھيڅ کار نه و‪ ،‬کيم ته‬
‫په گوته کړو چې په ھغه دی نظر وساتي‪ .‬کيم به ټوله ورځ ھغه کس پسې‬
‫گرځٻدو او ماښام به يې محبوب علي ته راپور ورکړو چې ھغه کس چا‬
‫سره وليدل او چا سره يې خبرې وکړې‪ .‬محبوب علي به د ھغه خبرې‬
‫واوريدې خو ھيڅ به يې نه ويل‪ .‬کيم احساس کوو چې دا د يوسازش برخه‬
‫وه خو پوھيدو چې د محبوب علي نه پرته بل چا سره د دی خبروڅه‬
‫ارزښت نه و‪.‬‬
‫ھغه به کيم ته ښه خواړه اخستل او يو ځل خو يې ورته اته آنې )نيمه روپۍ‬
‫( ھم ورکړې وې‪ .‬کيم يو اوښ په څپٻړه ووھلو او المه ته يې وويل‪،‬‬

‫‪17‬‬
‫"ھغه دلته دې"‪ .‬دوي د يو تياره محراب شا ته وليدل چې محبوب علي‪ ،‬خپل‬
‫د بخارا کمر بند پرانستې‪ ،‬د وريښمين قالينې جوړ د اس په زين ناست و او‬
‫د يوې نقرۍ چلم له نيچې يې تمبکوڅکول‪ .‬محبوب علي د قدمونو د ښکالو‬
‫په اوريدو سترگې محراب ته واړولی او د بوداي راھب په ليدو يې يو سوړ‬
‫اسويلې وکړو‪" ،‬المه‪ ،‬سور المه ‪ ،‬ستاسو ځاې خو د الھور نه ډٻر ليرې‬
‫دې‪ ،‬دلته څه د پاره راغلې؟" المه لکه د مشين خپل کچکول ورته وړاندې‬
‫کړو‪ .‬خو محبوب علي په قھروويل‪" ،‬په کافرانو دی لعنت وي‪ ،‬زه د تبت‬
‫پړسمنو ته ھيڅ خيرات نه ورکوم‪ ،‬ورشه ھغه اوښانو شا ته د بلتتستان‬
‫ھلکانو نه يې وغواړه‪ .‬دوي به ستا په قدر پوھيږي‪ ".‬بيا يې يو سايس ته‬
‫ناره کړه‪" ،‬وگوره ستا وطن دار راغلې دې ‪،‬که وږې وي نود ډوډۍ غم يې‬
‫وخورئ‪ ".‬ھغه بلتي ھلک چې سر يې خريلې و او د اسونو سره مله و‪ ،‬يو‬
‫څه نا څه بوداي دين منونکې و‪ ،‬راغلو او المه ته يې پخپله ژبه کی وويل‬
‫چې د سايسانوډٻرې ته دی ورشي‪ .‬کيم ھغه ته ورو ټيله ورکړه او په ورو‬
‫غږ يې وويل‪ " ،‬ورشه"‬
‫المه والړو او کيم ھم ھلته پاته شو‪ .‬محبوب علي خپل چيلم ته پام وکړو او‬
‫وې ويل‪ " ،‬ته ھم ورځه ھندو ھلکه‪ ،‬خداې دې ټول کافران خوارکړي‪ .‬زه‬
‫تښته د ھغو نه يې غواړه چې ستا د خپل دين وي"‪ .‬کيم له يې خوند ورکړو‬
‫چې محبوب علي ھغه نه و پيژندلې ورته يې وويل‪،‬‬
‫کيم‪ ..‬مھاراج‪ ،‬زما پالر مړ دې‪ ،‬مور مې مړه ده او خيټه مې تشه ده‪.‬‬
‫محبوب علي‪ ..‬ورشه د اسونو سره ملو خلکو کې د چا نه وغواړه‪ .‬ھلته به‬
‫څوک ھندو وي‪.‬‬
‫کيم ‪) .‬په انگليسي ژبه( محبوب علي‪ ،‬ايا زه ھندو يم‪.‬‬
‫محبوب علي)حيرانتيا(‪ ،‬داڅه دي‪ ،‬وړوکي ملگريه؟‬
‫کيم‪ .‬ھيڅ نه‪ .‬زه اوس د ھغه المه مريد يم او دواړه زيارت ته روان يو‪،‬‬
‫بنارس ته‪ .‬ھغه ليونې دې او زه د الھور ښار نه ستړې شوې يم‪ .‬زه اوس‬
‫نوي ھوا او نوې اوبه غواړم‪.‬‬
‫محبوب علي‪ .‬خوته د چا لپاره کار کوې او ما ته څه له راغلې يې؟‬
‫کيم‪ .‬زه به نور چا ته والړ شم؟ پيسې راسره نشته او بی له پيسو سفر ته‬
‫تلل ښه کار نه دی‪ .‬ته به په افسرانوډٻراسونه خرڅ کړې‪ .‬ما وليدل‪ ،‬دا‬
‫نوي اسونه دی ډٻر ښه دي‪ .‬محبوب علي اوس ما ته يوه روپۍ راکړه او‬
‫کله چې ما خپل مال تر السه کړو نو دا به بيرته درکړم‪.‬‬

‫‪18‬‬
‫محبوب علي‪ .‬ھن‪...‬تا راته پخوا چرې دروغ نه دي وٻلي‪ .‬ھغه المه‬
‫راوغواړه او ته څو شيبې په تياره کی ودريږه‪.‬‬
‫کيم‪) .‬خندا( زمونږ د دواړو خبرې به يو شان وي‪.‬‬
‫کله چې المه د محبوب علي پوښتنی ځوابولی نو ھم ھغه خبري يې وکړې‬
‫چې دی او ھندو ھلک دواړه بنارس ته روان دي او ھغه ھلک د ده مريد و‪.‬‬
‫محبوب علي ترې د ھلک نوم وپوښتلو نوالمه سره ھيڅ ځواب نه و‪ .‬د ھغه‬
‫د کور‪ ،‬کلي‪ ،‬نژاد‪ ،‬مذھب‪ ،‬له دی ټولو ھيڅ خبر نه و او ده ته يې وويل چې‬
‫د دی پوښتنو اړتيا نشته‪ .‬د ھغه لپاره مھمه دا وه چې د خپل مريد نه‬
‫بغيردی يواځې ھغه سپيڅلې سيند نشي موندلې او ھيڅوک ھغه مريد ترې‬
‫نشي بيلولې‪ .‬محبوب علي ورله ډاډ ورکړو چې داسی به نه کيږي‪ .‬المه‬
‫چې بيرته والړو نو کيم محبوب علي ته وويل‪" ،‬دی روغ ليونې دې‪ .‬حاجې‬
‫صيب زه به ولې تا ته دروغ وايم‪".‬‬
‫محبوب علي چلم کش کړو او وې ويل‪" .‬امباله د بنارس په الره ده‪ .‬تاسو‬
‫بايد لومړې ھلته والړ شئ‪ .‬ته به زما يو پيغام ھم امبالې ته ووړې‪ .‬دا د يو‬
‫سپين اس په اړه دی چې تير ځلې مې يو افسر ته پلورلې و‪ ".‬ھغه کيم ته د‬
‫اس او د افسر کړه وړه بيان کړل او وې ويل چې افسر ته دی وواي‪ ،‬چې د‬
‫سپين اس بچي په ښه حال دي‪ .‬افسر به پوھه شي چې ته زما له خوا‬
‫ورغلی يې‪ .‬ھغه به درنه پوښتنه کوي چې تا سره د دی خبرې څه ثبوت‬
‫دې‪ .‬نو ته به ورته واې چې محبوب علي راته ثبوت راکړی دی‪ .‬په دی‬
‫وخت کی د محراب له دروازې يو سيورې رادننه شو‪ .‬محبوب علي خپل‬
‫غږ لوړکړو او وې ويل‪" ،‬ښه نو ته په دی ښارکی ډوډۍ پسې گرځې او‬
‫مور پالر دې مړه دي"‪ .‬د ھغه سره څنگ کې ډوډۍ ايښې وه‪ ،‬له ھغې يې‬
‫يوه غوړه ډوډۍ راواخيسته او کيم ته يې په ورکولو کې وويل‪ " ،‬واخله‬
‫زويه دا ډوډۍ‪ ،‬ورشه ھلته يو المه ھم زما د سايس سره ناست دی‪ ،‬سبا به‬
‫درته يوکار پيدا کړم‪".‬‬
‫کيم ډوډۍ په الس کی واخسته او په خوړلو يې پيل وکړ‪ ،‬په ډوډۍ کی دننه‬
‫دری نقرۍ روپۍ او ورسره په پريړکاغذ يوه نقشه تاو وو‪ .‬کيم ھغه روپۍ‬
‫او پريړکاغذ پخپل غاړه کی ځوړند د څرمنې په تعويذ کی کيښودل او چې د‬
‫سايس خوا ته والړو نو المه د تودې ډوډۍ خوړلو نه وروسته بل اورته‬
‫نږدې گونج مونج ويده و‪ .‬کيم ھم ھغه سره نږدې سمالستو او وې خندل‪.‬‬
‫دی پوھيدو چې ده محبوب علي له خوا يو کار په غاړه اخستې و او د سپين‬

‫‪19‬‬
‫اس په کيسه يې ھيڅ باور نه راتلو‪ .‬خو کيم ھيڅ شک نه لرلو چې محبوب‬
‫علي د ھند په لروبر کی د اسونو تر ټولو لوې‪ ،‬شته من او نامتو سوداگر و‪.‬‬
‫البته ھغه په دی نه و خبر چې دی د ھند د سروې د شعبی په دوسيو کی د‬
‫‪ ".‬سي ‪ ٢۵‬الف با" په نوم رجسټر و‪ .‬په کال کی دوه درې وارې ھغه يوه‬
‫کيسه دی شعبې ته وراستوله‪ .‬د دی کيسو سپيناوې د " ر ‪ "١٧‬او " م ‪ "۴‬له‬
‫خوا ھم کيدو او زيات وخت به ريښتا و‪ .‬په دی کيسو کی د غرونو د ھر‬
‫ډول پيښو خبرونه و‪ ،‬چې د ټوپکو د تجارت او د گاونډيانو د اړيکو سره يې‬
‫تړاو لرلو‪.‬‬
‫په نزدې وختونو کی کيسه داسی وه چې پينځو وړو باچاھانو ته د شمال يو‬
‫لوې سلطنت د جنگ گواښ کړی و اود دوي له ملکونونه پټ خبرونه ھند‬
‫ته رسيدلي و‪ .‬نو د ھغو باچاھانو وزيران په دی سخت خواشينې و چې دا‬
‫خبرونه څنگه ھند کی انگريزانو ته ورسيدل‪ .‬دوي ټولو د اسونو په ھغه‬
‫سوداگر شک کوو چې ږيره يې رنگوله‪ .‬ھم دا وه چې سږ کال د ژمي په‬
‫واورو کی د محبوب علي په قافله دوه وارې ډزې شوې وې‪ .‬د ده په قافله‬
‫کی د دريو نااشنا کسانو د مله کيدو سره ھغه نور ھم له احتياط کار اخستو‬
‫او سږ کال په پيښور کی ايسار نشو او نيغ الھور ته راغلی و‪ .‬دی دوه‬
‫ورځې وړاندې سراې ته را رسيدلې و او له ھغه راھيسې بھر نه و وتلې‪.‬‬
‫خو ھغه يو ټيليگرام بمبۍ ته وراستولی و چې ھلته په يو بٻنک کی ده خپلې‬
‫پيسې ساتلې او بل يې ډٻلي ته استولې و چې د ده د قام يو کس چې په‬
‫کاروبار کی ورسره شريک و‪ ،‬په نوم و‪ .‬دريم يې امبالې ته استولې و چې‬
‫ھلته يو افسر د سپين نسل د اس په انتظار و‪ .‬خو د محبوب علي درې واړه‬
‫ټيليگرام پيغامونه د پوسټ افس نه وړاندې په الره کی ولوستل شوي و‪ .‬په‬
‫دوي کی د اسونو د راوړولو د ځنډ او د پيسو د ورکولو خبره ليکلې وه‪ .‬په‬
‫دی وخت کی محبوب علي ته کيم او المه ورمخامخ شول او اوس ھغه‬
‫اصل پيغام کيم ته ورکړې و چې امبالې ته يوسي‪.‬‬
‫له ډوډۍ خوړلو وروسته محبوب علي‪ ،‬پټ له سراې بھر ووتلو خو خپله‬
‫کوټه يې نه وه قلف کړې‪ .‬کيم د ھغه په خونه کی د چا د پښو ښکالو‬
‫واوريده نو ورو غوندې والړو او وې ليدل چې يو سړي د محبوب علي د‬
‫شيانو غوټې خالصولي‪ ،‬داسی لکه چې څه يې لټول‪ .‬ھغه په يو چاقو د‬
‫محبوب علي د پڼو)پيزار( تلي ھم وسپړدل خو ھيڅ يې وونه موندل‪.‬‬

‫‪20‬‬
‫د سپيده چاودې پر وخت محبوب علي سراې ته راغلو نو د سايسډٻره تشه‬
‫وه‪ .‬ھلته نه کيم و او نه المه‪ .‬ده خپل يو سايس ته چې تر اوسه ويده و‪ ،‬لته‬
‫ورکړه او پوښتنه يې وکړه چې دواړه څه شول‪ .‬ھغه د سترگو په موښلو‬
‫ورته وويل چې المه د چرگ بانگ نه ھم وړاندې پاڅيدو او ھلک يې ځان‬
‫سره بوتلو‪ .‬خو اصل خبره دا وه چې کله کيم د محبوب علي په خونه کی‬
‫غل وليدو نو پوه شو چې ھغه يو عادې غل نه و‪ .‬عادې غل د پڼو تلي په‬
‫چاقو نه شکوي‪ .‬لومړې خو کيم غوښتل چې ناره کړي " چور‪...‬چور) غل‬
‫‪...‬غل( " او ويده خلک راپاڅوي‪ .‬خو بيا يې پخپلی غاړې کی په تعويذ الس‬
‫کيښودو او دی نتيجې ته ورسيدو چې دا به ارو مرو د ھغه سپين اس خبره‬
‫وي اوغله ھغه څه لټول چې ده امبالې ته ووړل‪ .‬ده سوچ وکړو‪،‬کوم خلک‬
‫چې د پڼو تلي څيرلې شي‪ ،‬ھغوي د خلکو خيټې ھم څيرلې شي‪ .‬ھغه د‬
‫ويده سپين ږيري په غوږ کی وويل‪ ،‬بابا‪ ،‬بنارس ته د تلو وخت شوې دې‪.‬‬
‫المه د ده په غږ سمدالسه راپاسيدو او دواړه لکه د سيورو له سراې ووتل‪.‬‬

‫د ريل گاډي نړۍ‬

‫شپه پاې ته رسيدلې وه چې دوي دواړه د کال په شان جوړد اورگاډي‬


‫سټيشن ته ورسيدل‪ .‬د اورگاډي د پاټلۍ د پاسه په ھوا کی ځړيدلی برقي‬
‫تارونو نه وړانگې راوتلې چې په ليدو يې المه ھيښ شو او دا ورته د‬
‫شيطان کار معلوميدو‪ .‬دی د کيم سره په يو لوې تاالر کی والړ و چې‬
‫خلک پکی لکه د مړو پراته ښکاريدل‪ .‬د دريمې درجې ھغه مساپر چې د‬
‫شپې يې ټکټونه اخستي و‪ ،‬د گاډي په انتظار ھم ھلته ويده و‪ .‬کيم المه ته‬
‫معلومات ورکول چې د اورگاډي تورانجن کوم ځاې ودريدو او د دی شا ته‬
‫تړلې خونو کی خلک کښيناستل‪.‬‬
‫په دی تاالر کی يوه لرگينه کوټگۍ )غرفه( ھم وه چې مخ ته يې د شيشې‬
‫يوه تخته وه او پکی لوې سورې جوړ و‪ ،‬د ھغې شاته يو بابو د سفر لپاره‬
‫ټکټونه خرڅول‪ .‬کيم ويل‪ " ،‬ټکټ ھغه کاغذ وي چې مونږ به تر امبالې‬
‫رسوي‪ ".‬المه ورته وويل‪" ،‬مونږ خو بنارس ته روان يو"‪ .‬کيم ورسره‬
‫بحث ونکړو او وې ويل‪ "،‬ښه‪ ،‬ښه‪ ،‬بنارس ته ‪ ،‬پيسې می پکار دي" المه د‬
‫اور گاډو سره بلد نه و او کله چې پنځويشت مينټه د پاسه درې بجې جنوب‬

‫‪21‬‬
‫ته تلونکې گاډې په غړمباري راښکاره شو نو وې ليدل چې ټول مړي‬
‫ژوندي شو‪ .‬د پکوړو او خوږو پلورونکو نارې‪ ،‬د پوليسو چغی‪ ،‬د ښځو‬
‫شور ماشور چې د خپلو غوټو او ماشومانو په راټولولو‪ ،‬د خپلو سړو پسې‬
‫يې منډې وھلې‪ .‬المه په دی وخت کی کيم ته د پيسو يوه کسوړه په الس‬
‫کيښوده اودی د ھغه په ساده توب حيرانه شو‪ .‬د ټکټ بابوسترگې تر اوسه‬
‫خوبولی وې او کيم څو پيسې ورکړې نو ھغه ورته د يو داسی ښار ټکټ‬
‫ورکړو چې له دی ځايه شپږ ميله ليرې و‪ .‬کيم ټکټ ته وکتل او وې ويل‪"،‬‬
‫زه د کلي بزگر نه يم خانه‪ ،‬د الھور ښار اوسيدونکی يم‪ ،‬سم ټکټ راکړه د‬
‫امبالې"‪ .‬بابوتندې تريو کړو اوبل ټکټ يې ورکړو‪ .‬بيا کيم ورته نورې‬
‫پيسې کيښودې چې اوس د امرتسر ټکټ راکړه‪ .‬کيم خپل ځان لپاره ټکټ‬
‫وانخستو ځکه د محبوب علي پيسې يې په دی نه لوريدې‪ .‬د امبالې د ټکټ‬
‫دھرې روپۍ په سر کيم د المه نه يوه انه خپل کميشن په توگه تری وساتل‪.‬‬
‫المه ته يې د پاتې پيسو کسوړه ورکړه اوپه وياړ يې وويل‪" ،‬داسې مريد به‬
‫د چا وي؟"‬
‫المه د اورگاډي د دريمې درجې د ډبې دروازې سره والړ و او دننه يې‬
‫وليدل چې ډبه له خلکو ډکه وه نو په کمزوري غږ يې کيم ته وويل‪ " ،‬ښه به‬
‫وي چې مونږ پلي والړ شو" يو چاغ سيک چې مخ يې په ږيره پټ و‪ ،‬کيم‬
‫ته وويل‪ " ،‬دی وٻريږي؟ مه وٻريږه‪ ،‬يو وخت زه ھم د ټرين نه وٻرٻدم‪.‬‬
‫راځئ‪ ،‬را ځئ‪ ...‬د حکومت کارونه ھم دغسی دي‪.‬‬
‫المه‪ .‬دننه دوه کسان به ځاې شي؟‬
‫دکروندگر ميرمنه )په چغه( دننه موږک ھم نه ځاٻږي‪.‬‬
‫کروندگر‪ .‬د وړو مورې‪ ،‬ځاې به ورته پيدا کړو‪ .‬دا زوې دې پورته کړه‪،‬‬
‫ھغه محترم جوگي دی وگوره‪.‬‬
‫ميرمنه‪) .‬په قھر( زما په غيږ کی اويا غوټې دي‪ .‬په دوي څه وکړم؟ زما په‬
‫زنگون يې ولې نه کښينوې‪ ،‬بې شرمه سړي ھم داسی وي‪.‬‬
‫ھغې چارچاپيره وکتل چې څوک د دی په خبرو د تايد سر وخوځوي‪ .‬د‬
‫امرتسر يوې نڅاگرې‪ ،‬چې کړکۍ سره ناسته وه د خپلې لوپټې الندې پوزه‬
‫کش کړه‪ .‬يو ھندو بڼيا چې په ټوکر کی تاو خپله د حسابونو دوسيه‪ ،‬په‬
‫ترخ کی وھلې و‪ ،‬ناره کړه‪.‬‬
‫بڼيا‪ .‬دننه شئ‪ ...‬دننه شئ‪ ...‬د بې وزلو سره مھرباني ښه کار دې‪.‬‬

‫‪22‬‬
‫ډوگره پوځي‪ .‬او‪ ...‬او‪...‬مھرباني ھم ھغسی لکه چې خوسۍ زيږيدلي نه‬
‫وي او اوو فيصده سود دې پرې اخستي وي )ټولو ناستو وخندل(‬
‫المه‪ .‬دا اورگاډې بنارس ته ځي؟‬
‫کيم‪ .‬ھو ھو مونږ ھسې چټي خو ورته نه يو راغلي‪ ،‬ور دننه شه که نه‬
‫وروسته پاتې کٻږو‪.‬‬
‫د امرتسر جينۍ‪ .‬وگوره دا سړې پخوا چرې اورگاډي ته نه دې ختلې‪.‬‬
‫کروندگر خپل غټ الس بھر کړو او المه يې بره گاډي ته کش کړو‪ .‬يو چا‬
‫ورته د لرگي په سيټ ځاې تش کړو‪ ،‬خو المه وويل‪ ،‬دا زما د اصولوخالف‬
‫کار دې‪ ،‬زه به په زمکه کښينم‪ .‬بله دا چې زه په کرسۍ کښينم نو ځان مې‬
‫خوږيږي"‪ .‬کروندگر ورته وويل‪ ،‬په دی اورگاډو کی مونږ ټول اصول مات‬
‫کړي دي‪ .‬ته وگوره‪ ،‬د ھر قام او د نژاد خلک د يو بل سره څنگ تر څنگ‬
‫ناست يو"‪ .‬ميرمنې يې وويل‪ ،‬ھو او ځينې پکی ھيڅ شرم نه لري"‪ .‬ھغې د‬
‫امرتسر جينۍ وليده چې ځوان پوځي ته يې کتل‪ .‬کروندگر وويل‪ ،‬ښه به‬
‫نه وې چې د غويي په گاډې تللې وی‪ ،‬څه پيسې به مو سپما کړې وی‪.‬‬
‫ميرمنې يې وويل‪ " ،‬ھو ھغه پيسې به مو په ډوډۍ لگولې وی‪.‬‬
‫المه‪ .‬که مونږ خبرې ونکړو نو خداې به راباندې مھربانه شي‪.‬‬
‫کيم‪ .‬او مورې‪ ،‬په ھغې ښځې خو به خدای ډٻر مھربانه شي چې يو اوږي‬
‫ته ډوډۍ خيرات کی ورکړي‪.‬‬
‫سيک )خاندی( دا د گدايانو خبره وي‪ .‬او خورکۍ په ځان دی پخپله‬
‫وکړل‪.‬‬
‫ھغې ښځې د يوغوړ ډبي نه د کيک ټوټه کيم ته ورکړه او پوښتنه يې وکړه‬
‫چې دې چرته روان و‪ .‬کيم ورته د بنارس نوم واخستو‪ .‬پوځي ورته‬
‫وويل‪ " ،‬ته خو راته مداري معلوميږې‪ .‬ھره لوبه چې دې زده ده راوښايه‬
‫او ستا ژيړ ملگرې ولې غلې ناست دې؟" کيم وويل‪ ،‬ځکه چې دی سپيڅلې‬
‫دې او په ھغو معاملو غورکوي چې له تا او ما پټ دي‪ .‬سيک وويل‪ ،‬دا به‬
‫سمه وي خو مونږ د لوديانې سيکان يو او په دی خبرو ماغزه نه خرابوو‪،‬‬
‫مونږ جنگ کوو‪ ...‬جنگ‪ .‬او زما د خور ليورزې په يوغونډ کی نايک دې‪.‬‬
‫ھلته ډوگره خلک ھم دي‪ .‬پوځي په دی خبره خوشاله شو ځکه دی ډوگره‬
‫و‪ .‬د امرتسر جينۍ وويل‪ ،‬ما ته خو ټول پوځيان يو رنگ ښکاري‪ .‬د‬
‫کروندگر ښځې ھم په تايد کی سر وخوځوو نو جينۍ بيا وويل‪ ،‬دا ټول چې د‬
‫سرکار مالزمان وي‪ ،‬يو بل ته د ورور په سترگه گوري‪.‬‬

‫‪23‬‬
‫زمينداو وويل‪ " ،‬زما ورور د جټانو په غونډ کی دی‪ ،‬خو ډوگره ھم ښه‬
‫خلک وي‪ .‬پوځي وويل‪ ،‬ھو سيکان ھم په دی نظر دي‪ ،‬درې مياشتې‬
‫کٻږي کله چې دوي د پيرزيۍ په کوتل کی اتو اپريدي ډلو راگيرکړي و‪ ،‬نو‬
‫ډوگره پلټن ورسره کومک کړی و‪ .‬بيا ھغه د دی غرنۍ جنگ کيسه تيره‬
‫کړه نو امرتسر جينۍ وموسيده‪ .‬ھغه پوھه وه چې پوځي دا کيسه د دی د‬
‫خوښي لپاره کوله‪ .‬د ډبې د بل سر نه د کروندگر ميرمنې په اوريدو ھاې‬
‫افسوس وکړل چې پوځيانو د غرونو د خلکو کورونه وسيزل او ماشومان‬
‫يې در په دره کړل‪ .‬پوځي وويل چې ھغوي ھم زمونږ خلک وژلي و او‬
‫کله چې مو روغه وکړه نو سرکار ورلھډٻرې پيسې ورکړې‪.‬‬
‫گاډې اوس امرتسر ته رسيدلې و او د دی د څراغونو رڼا د شپې په ختميدو‬
‫پيکه ښکاريده‪ .‬د مساپرو د ټکټ جاج اخستونکې گارډ راښکاره شو او کله‬
‫چې ھغه د کيم ټکټ وکتلو نو ورته يې وويل‪ ،‬ښکته شه‪ .‬کيم احتجاج‬
‫وکړو چې دی امبالې ته روان دې‪ .‬گارډ ورته وويل‪ ،‬زما له خوا دوزخ ته‬
‫والړ شه خو ټکټ دی تر امرتسر دی‪ .‬کيم په ژړا شو او په چغو چغو يې‬
‫ويل چې سپين ږيرې د ده پالرھم دی او مور ھم‪ .‬دی د ھغه امسا په شان‬
‫دې او که دی ورسره نه و نو ھغه به مړ شي‪ .‬په ډبه کی ناستو ټولو خلکو‬
‫گارډ ته زارۍ وکړې چې په ماشوم دی مھرباني وکړي‪ .‬بڼيا ورته تر‬
‫ټولوډٻری خبري وکړې خو گارډ کيم د غوږ نه ونيولو او ښکته په پليټ‬
‫فارم يې ودرولو‪.‬‬
‫المه ھک پک ورپسې ښکته شو او نه پوھيدو چې څه وکړي‪ .‬کيم له‬
‫کړکۍ بھر په واويال و‪" ،‬زه غريب يم‪ ،‬زما مور پالر مړه دي‪ ،‬که زه دلته‬
‫پاتې شوم نو د دی غريب سپين ږيري ساتنه به څوک کوي"‪.‬‬
‫المه په دی وخت کی وويل‪ " ،‬دا څه حال دې؟ دی زما مريد دې او بنارس‬
‫ته به راسره ځي‪ ،‬که د پيسو اړتيا وي نو"‪ ...‬کيم ژر په ورو غږ ورته‬
‫وويل‪ " ،‬غلې شه بابا‪...‬مونږ خو څه راجگان نه يو چې پيسې دی دوړه‬
‫کړو‪ ،‬د نړۍ خلکډٻر زړه سواندې دي"‪ .‬ھغه له وخته د امرتسر جينۍ وليده‬
‫چې په الس کی يې پيسې نيولې وې او له گاډي ښکته شوه‪ .‬کيم پوھيدو چې‬
‫د ھغې په شان ښځٻډٻری سخي وي‪ .‬ھغې پيسې کيم ته ورکړې چې د‬
‫امبالې ټکټ واخلي او له ھغه يې وپوښتل‪ " ،‬ستا جوگي د شمال نه راغلې‬
‫دې؟ کيم په زوره وويل‪ ،‬د شمال د بل سر نه‪ ،‬ھلته د غرونو له مينځه‪.‬‬
‫جينۍ وويل‪ ،‬په شمال کی د زالغوزي ونې شنې وي او واوره کيږي‪ .‬زما‬

‫‪24‬‬
‫مور ھم دغرونو وه‪ .‬خپل جوگي ته وايه چې دعا راته وکړي‪ .‬کيم په‬
‫زوره وويل‪" ،‬په تا د خداې رحمت لس زره واري وي‪ .‬مقدس جوگي يوې‬
‫ميرمنې راباندې رحم وکړو چې زه تا سره سفر وکړې شم‪ .‬دا ميرمنه د‬
‫سرو زرو زړه لري"‪ .‬بيا په منډه والړو چې ځان ته ټکټ واخلي‪ .‬جينۍ‬
‫المه ته وکتل چې لکه د مشين کيم پسې‪ ،‬ځوړند سر روان و او په تبتي ژبه‬
‫يې څه ويل‪.‬‬
‫د کروندگر ميرمنې وويل‪" ،‬دی جينۍ ننډٻر ثواب گټلې دې‪ ،‬دا جينۍ فرشته‬
‫ده"‪ .‬يو بل وويل‪ ،‬په امرتسر ښارکی دغسی په زرگونو فرشتې اوسٻږي"‪.‬‬
‫دريم وويل‪ ،‬شابه زرکوه جوگي صيب چې گاډې درنه روان نشي‪ .‬کيم په‬
‫ھغو پيسو نه يواځې دا چې ټکټ بلکه د خواړو لپاره ھم شيان رااخستي و‪.‬‬
‫ده په گاډي کې د المه مخې ته ھر څه کيښودل او وې ويل‪" ،‬ډوډۍ‬
‫وخوره‪ ...‬دا دی اوس سھار دې" گاډې د پنجاب په ښيرازو زمکو کی په‬
‫منډه و او ټولو مساپرو د خپلوخپلو ډوډيو غوټې پرانستې‪ ،‬څه نا څه خوړل‪.‬‬
‫د ناشتې نه وروسته د کروند گر ښځی او سيک پان خوړل‪ ،‬زميندار او‬
‫پوځي په الس د تمبکو اوکاغذ نه سيگرټ جوړ کړي او څکول يې‪ .‬المه‬
‫نسوارکړي او تسبيح يې اړولې‪ .‬کيم په سيټ دواړه پښې تاوکړې‪ ،‬پرلت‬
‫وھلې ناست اوپه دی خوشاله و چې خيټه يې مړه وه‪.‬‬
‫المه‪ .‬تر بنارس به کومو سيندونو نه تيريږو‪.‬‬
‫بڼيا‪ .‬مونږ گنگا لرو‪ ،‬نور‪...‬نورھم شته‪.‬‬
‫المه‪ .‬ما د يو خاص سيند پوښتنه کوله‪ ،‬ھغه چې اوبه يې شفا لري‪.‬‬
‫بڼيا‪ .‬ھم ھغه گنگا ده‪ ،‬په دی کی چې څوک والمبي پاک شي‪ .‬ما درې‬
‫وارې په گنگا کی المبلي دي‪.‬‬
‫پوځي‪ .‬آو‪ ،‬تا ته د دی اړتياډٻره وه‪) .‬ټولو وخاندل(‬
‫المه ‪ .‬دا گنگا چا جوړه کړې ده‪.‬‬
‫بڼيا‪) .‬په کرکه( گنگا خدايانو جوړه کړې ده خو ته د کوم مذھب منونکی‬
‫يې؟‬
‫المه‪ .‬زه د تر ټولو ښه دين منونکی يم‪ .‬ښه نو گنگا ستا خدايانو جوړه‬
‫کړه‪ .‬نو ستا خدايان څه ډول دي؟‬
‫بڼيا‪ .‬نو ستا خداې څوک دې؟‬
‫المه‪ .‬واورئ‪...‬زه به اوس تاسو ته د ھغه چاخبره وکړم‪ ...‬واورئ اې د‬
‫ھند اوسيدونکو واورئ‪...‬‬

‫‪25‬‬
‫بيا ھغه په اردو ژبه کی د بودا د ژوند کيسه پيل کړه‪ ،‬خو زر د تبت په اړه‬
‫يې خبرې وکړې او ورپسې د ھغو صحيفو په اړه لگيا شو چې په چيناي‬
‫ژبې ليکل شوي و‪ .‬ټولو په صبر د ده خبرې اوريدې‪ .‬په ټول ھند کی‬
‫دغسی جوگيان‪ ،‬سادھوان او پيران ځاې ځاې خلکو ته د خپل دين تبليغ‬
‫کوو‪ .‬کله چې المه ستړې او خاموشه شو نو پوځي خبری پيل کړې‪.‬‬
‫پوځي‪ .‬په پير زيۍ کوتل کی مونږ سره د مسلمانانو يوکنډک ھم و‪ .‬د‬
‫دوي يو مال‪ ،‬فکر کووم د پوځ نايک و‪ .‬په ھغه چې به چپه راغله نو‬
‫وړاندوينې)پيشگوي( به يې کولې‪ .‬خو ټول ليوني د خداې په امان کی دي‪.‬‬
‫د ھغه افسرانو به ترې سترگې پټولې‪.‬‬
‫المه‪ .‬واورئ زما د پيغمبر د غشي کيسه واورئ‪.‬‬
‫دا د ھغوي په طبع برابره کيسه وه نو ټولو ورته غوږ ونيولو‪ .‬د کيسې په‬
‫پاې کی ھغه د سيند پوښتنه وکړه خو ټولوھم دا ويل چې دا سيند گنگا دې‪.‬‬
‫کروندگرښځه‪ .‬مونږ په جالندھر کی ښه خدايان لرو‪ ،‬وگوره څومره ښه‬
‫فصلونه يې راکړي دي‪.‬‬
‫کروند گر‪ .‬په پنجاب کی د سپيڅلې سيند لټھډٻر گران کار دی‪ .‬زه خو ښه‬
‫سيند ھغه ته وايم چې ھرکال نوي خاوره پر زمکه راته اچوي ‪.‬‬
‫او زمونږ د کروندگرو خداې "بھوميا" نوميږي‪ .‬زه تل د ھغه شکر وباسم‬
‫چې داسی ښی زمکی يې راکړي دي‪.‬‬
‫المه‪) .‬کيم ته( زما مريده‪ ...‬ته څه فکر کوی چې زمونږ پيغمبر به د ھند‬
‫تر شمال راغلي وي؟‬
‫کيم ‪.‬ھو‪ ،‬امکان شته چې راغلي وي‪.‬‬
‫سيک‪ .‬په وروستي ځل چې کوم لوې سړې دلته راغلې و‪ ،‬ھغه سکندر‬
‫زوالقرنين و چې خلک ورته سکندر اعظم واي‪ .‬ھم ھغه د جالندھرکوڅې‬
‫پخې کړې او په امباله کی يې د اوبو لويه باولۍ جوړه کړه‪ .‬دا دواړه اوس‬
‫ھم شته‪ .‬خو ما ستا د پيغمبر په اړه څه نه دي اوريدلي‪.‬‬
‫پوځي‪) .‬په ملنډو( ويښته اوږده پريږده او پنجابي ژبه ووايه‪ .‬د سيک کيدو‬
‫لپاره به دې بس وي‪.‬‬
‫المه يو سوړ اسويلې وکړو او پخپل ځان کی راتاو شو‪ .‬دی ھغه وخت د‬
‫يوې غوټې په شان ښکاريدو چې تری په تبتي ژبه د دعاگانو او د تسبيح‬
‫غږ راتلو‪ .‬بيا يې سر راپورته کړو او کيم ته يې وويل‪" ،‬دا د گاډي غږ په‬
‫ما بد لگي‪ ،‬داسی ښکاري چې مونږ له سينده تير شوي يو"‪ .‬ھغه ورته‬

‫‪26‬‬
‫وويل‪ " ،‬صبر وکړه صبر‪ .‬ستا سيند خو د بنارس سره نږدې دې‪ .‬تر اوسه‬
‫مونږ له ھغه ډٻر ليرې يو"‪ .‬المه وويل‪ ،‬خو زمونږ پيغمبر شمال ته ھم‬
‫راغلې و او دا واړه واړه سيندونه چې مونږ ترې تيريږو‪ ،‬ھسې نه په دوي‬
‫کی يو سيند ھم ھغه وي چې زه يې لټوم"‪ .‬کيم ځان پرې ناغرضه کړو‬
‫نوالمه بيا وويل‪" ،‬ته ما ته راليږل شوې يې‪ ،‬داسی ده که نه؟ زما د عبادت‬
‫په بدل کی ته ما ته راوليږل شوې‪ ،‬د ھغه توپې سره نږدې‪ ،‬ھم ته وې چې‬
‫يو ځلې په يو صورت او بيا په بل صورت راته راغلی" کيم ورته ورو‬
‫وويل‪" ،‬دا خبرې دلته د کولو نه دي‪ .‬ھغه ھم زه ووم ‪ ،‬بيا سوچ وکړه د‬
‫توپې سره ھغه ھندو ھلک ھم زه ووم"‪ .‬المه وويل‪" ،‬خو ھلته يو انگريز‬
‫سپين ږيرې ھم و چې د سيند په اړه يې راته باور راکړی و"‪ .‬کيم د‬
‫عجايب خانې خبره وکړه‪ .‬بيا يې ورته ډاډ ورکړو چې يو وارې دوي‬
‫امبالې ته ورسيدل نو پلي به د سيند لټه وکړي‪.‬‬
‫المه په دی خوشاله شواو نيغ کښيناستو‪ .‬بيا يې وويل‪ "،‬ته ھم د څه شي په‬
‫لټون راوتلې يې؟ کيم ورته د سره غويي او د شين ميدان خبره وکړه خو‬
‫ورسره يې زياته يې کړه چې دا يوه افسانه ده‪ .‬د کروند گر ښځې د دوي‬
‫خبرو ته غوږ ايښې و او په خبرو کی راولويده چې د دوي په کلي کی يو‬
‫سورغوايې شته چې په شين ميدان کی گرځي او ھيڅوک ورته څه نه واي‪.‬‬
‫ښاي ھم ھغه ستا غواې وي‪ .‬سيک وويل‪ "،‬ښځو له يوه خبره په الس‬
‫ورکړئ نوسلگونو نوي کيسې ترې جوړوي‪ .‬ټول جوگيان خوبونه ويني‬
‫اود دوي مريدان ھم‪ ".‬المه وويل‪ "،‬ښه نو شين ميدان او بيا سورغوايې به‬
‫مونږ ته انعام راکوي؟ کيم وويل‪" ،‬نه نه‪ ،‬دا خو يوه کيسه چا راته وکړه ‪.‬‬
‫زه غواړم چې په امباله کی دا غواې ولټوم‪ .‬خو ته د گاډي په شور کی د‬
‫سيند لټون نشې کولې‪ .‬کيديشي چې غواې ددی لپاره راليږل شوي وي چې‬
‫مونږ دواړو ته الره ووښاي"‬
‫المه ټولو مساپرو ته وکتل او کيم ته يې الس ونيولو‪" ،‬دی پرون ما ته‬
‫راليږل شوې دې او د دی مادي نړۍ بنده راته نه ښکاري"‪ .‬د کروندگر‬
‫ښځې وويل‪" ،‬ماډٻر فقيران او جوگيان ليدلي دي خو داسی جوگي او داسی‬
‫مريد مې نن وليدل"‪ .‬د ھغې ميړه خپله گوته سر ته يوړه او اشاره يې وکړه‬
‫چې دوي دواړه ليوني دي‪.‬‬

‫‪27‬‬
‫وړوکې مداري‬

‫اورگاډې امبالې ته ورسيدو او ټولو ھغو مساپرو چې ھلته ښکته کيدل‪ ،‬خپل‬
‫شيان راټول کړل‪ .‬د کروند گر ښځې کيم ته وويل‪" ،‬مونږ دلته د يوې‬
‫قانوني معاملې لپاره راغلي يو او شپه به مو زما د ميړه د ماما کشر زوې‬
‫کره وي‪ .‬د ھغوي د کور په غولي کی به ستا او د جوگي لپاره د‬
‫ايساريدوځاې ووشي" بيا يې ميړه ته مخ واړوو او وې ويل‪" ،‬دوي به راته‬
‫دعا وکړي" کيم په زوره وويل‪" ،‬اې پيره‪ ،‬يوه ميرمنه چې د سرو زرو زړه‬
‫لري‪ ،‬د شپې لپاره راته ځاې راکوي‪ .‬دا د مھربانه خلکو وطن دې‪ ،‬د‬
‫جنوب د مھربانه خلکو‪ ...‬وگوره له سھاره مونږ سره څومره خلکو مرسته‬
‫وکړه"‪ .‬المه په درناوي سرورټيټ کړو‪ .‬خو کروندگر خپل کالي کونډي په‬
‫راخستلو ښځې ته په قھر وويل‪" ،‬زما د ماما د کشر زوي کور د کوڅه ډبو‬
‫خلکو لپاره نه دې"‪ .‬ښځې ھم په قھر وويل‪" ،‬ستا د ماما کشر زوې زما د‬
‫پالر د کاکا زوې د لورپه واده کی ورله ھيڅ نه و ورکړي‪ .‬ھغه ډوډۍ اوس‬
‫د دوي په حساب کی واچوه‪ .‬جوگي خيرات درنه نه غواړي"‪ .‬کيم اوس‬
‫ناارامه و چې زر تر زره المه ته سر پناه پيدا کړي او د کروندگر په خبرو‬
‫په تلوسه شو‪ .‬خو ھغه ميرمنې ورته د راتلو وويل‪ .‬دی پخپله د محبوب‬
‫علي پيغام ھغه انگريز افسر ته د رسولو لپاره ھم ليواله و‪.‬‬
‫کله چې دوي د چاوڼۍ شا ته د ھندوانو يو کور ته ورسيدل نوکيم وويل‪" ،‬زه‬
‫ورځم چې د ډوډۍ غم وخورم"‪ .‬المه وار خطا د ده الس ونيولو‪" ،‬ته به‬
‫بيرته راځې کنه؟ لوز وکړه چې ته به ھم په دی صورت کی راځې‪ ،‬اوس‬
‫که ناوخته نه وي نو د سيند لټه به وکړو"‪ .‬کيم ورته وويل‪ "،‬ھواوس ډٻر‬
‫ناوخته دې او تياره شوې ده‪ .‬گوره مونږ د الھور نه څومره ليرې راغلو‪،‬‬
‫سل ميله خو به وي"‪ .‬المه وويل‪" ،‬زه د خپل خانقاه نه نورھم ليرې شوم او‬
‫دا نړۍ څومره لويه اوبده ده"‬
‫کيم په تياره کی ورک شو‪ .‬محبوب علي چې ھغه ته د کوم انگريز د کور‬
‫پته ورکړې وه‪ ،‬دی د ھغې دروازې ته ورسيدو او د برنډې د ديوال سره په‬
‫شنو بوټو او واښو کی پټ کښيناستو‪ .‬په کورکی څراغونه بل و او نوکرانو‬
‫په سپينو جاموکی د ډوډۍ د ميز د پاسه لوښي ايښودل‪ .‬يو انگريز په تورو‬
‫او سپينو جامو کی برنډې ته راووتلو چې يوه سندره يې زمزمه کوله‪ .‬کيم‬
‫په تياره کی د ھغه مخ نشو ليدلې‪ .‬ده د ھند د يو عادي فقير په شان غږ را‬

‫‪28‬‬
‫وويستوچې " د غريبانوساتونکيه‪ ،‬تاسو ته دی خير وي‪...‬محبوب علي‬
‫واي‪ "...‬انگريز د ده د غږ په لوري ونه کتل او نه پری ھيښ شو‪ .‬ھم‬
‫ھغسې والړ يې وويل‪" ،‬څه واي محبوب علي؟" "دا چې د سپين اس د نسل‬
‫بچي ځاې پرځاې دي"‪ .‬کيم وويل‪" .‬د دی ثبوت څه دې"؟ انگريز د گالبو‬
‫بوټي ته ورنږدې شو‪ .‬کيم ھغه پريړ تاو شوې کاغذ د انگريز پښو ته‬
‫واچوو او وې ويل‪" ،‬محبوب علي دا ثبوت راکړې دې" سړي زر د کاغذ د‬
‫پاسه خپله پښه کيښوده ځکه ھغه وخت يو باغبان د برنډی سر ته راغلی و‬
‫او ده نه غوښتل چې ھغه کاغذ وويني‪.‬‬
‫کله چې باغبان بيرته والړو نو انگريز کاغذ د زمکې نه راواخستو او د‬
‫ھغې پرځاې يې يوه روپۍ وغورځوله‪ .‬کيم د روپۍ شړنگ واوريدو ‪.‬‬
‫انگريز په گړندي گامونو کورته والړو نو کيم وروړاندی شو اوچټک ھغه‬
‫روپۍ يې جيب ته کړه‪ .‬خو ھغه د روپۍ پرواه نه ساتله‪ .‬ده د خپل پيغام‬
‫اغيزې په ھغه سړي ليدل غوښته‪ .‬له ھغه ځايه د وتلو پر ځاې دې ورو‬
‫ورو لکه د مار په زمکه تاو راتاو کور ته نور ھم نږدې شو‪ .‬دی خبر و‬
‫چي د ھند انگريزي بنگلې چار چاپيره خالصې وي‪ .‬انگريز يو وړوکي‬
‫کوټې ته ورغلی و چې د برنډې په يو سر کی لکه د دفتر ښکاريدو‪ .‬ھلته د‬
‫کاغذونو او دوسيو پنډونه ايښې و او انگريز اوس په يوې کرسۍ ناست د‬
‫محبوب علي له خوا راليږل شوي کاغذ ته کتل‪ .‬د سړي مخ د څراغ په رڼا‬
‫کی واضح ښکاريدو او د کاغذ په ولوستو د ده رنگ واوختو‪.‬‬
‫په دی وخت کی د يوې ښځې غږ واوريدل شو چې " ويل يې‪"...‬گرانه‬
‫چيرته يې؟ ژر د ناستي کوټې ته راشه چې ميلمانه راتلونکي دي" سړي‬
‫اوس ھم د کاغذ مطالعه کوله‪ .‬ښځې څو شيبې وروسته بيا چيغه کړه‪،‬‬
‫"ميلمه راغلو‪ ،‬زه په دروازه کی د پوځيانو غږ اورم" سړي ورمنډه کړه او‬
‫ھم ھغه وخت يو لوې موټر چې شا ته څلورو پوځيانو بدرگه کوو‪ ،‬په‬
‫دروازه راننوتو‪ .‬پوځيانو پښې ودربولې او سالمي ودريدل‪ .‬له موټر يو‬
‫لوړ دنگ سړې چي ويښته يې تور و‪ ،‬را ووتلواو يو بل ځوان ورسره مله‬
‫و‪.‬‬
‫کيم د موټر پاې سره نږدې پر زمکه پروت و‪ ،‬سړو په خندا خبرې کولې‪ .‬د‬
‫تورو ويښتو سړي د کيم د سړي نه څه پوښتنه وکړه نو ھغه په ځواب کی‬
‫وويل‪ " ،‬بي شکه‪ ،‬محترم‪ ،‬د اس په اړه يو خبردی" بيا بل سړي ته يې‬
‫وويل‪ "،‬مونږ به څو شيبو کی بيرته راشو‪ ،‬تر ھغې ټول مشغول ووساته"‪.‬‬

‫‪29‬‬
‫پوځيانو ته يې د انتظار وويل او دواړه ھغه وړوکي دفتر ته والړل‪ .‬موټر‬
‫بھر ووتلو او کيم وليدل چې دواړو سړو د محبوب علي له خوا راليږلي‬
‫کاغذ ته کتل‪ .‬دوي په ورو غږ خبرې کولې خو بيا ھم کيم اوريدې شوې‪.‬‬
‫لوړ سړی‪ .‬اوس د اوونيو خبره نه ده‪ ،‬د ورځو معامله ده‪ ،‬بلکه د څو‬
‫ساعتونو‪ .‬ما د څو ورځو نه د دی خبرې توقع لرله خو دی‪...‬دی معلوماتو‬
‫ورباندي يو ميخ ټک وھلو‪ .‬نن دی "گروگن" دلته ډوډۍ ته رابللی دی؟‬
‫ځوان سړی‪ .‬ھو محترم او مٻکلين ھم راځي‪.‬‬
‫لوړ سړی‪ ...‬ډٻره ښه ده‪ ،‬زه به دوي سره پخپله خبری وکړم‪ .‬دا ھم‬
‫ضرور ده چې معامله دی کونسل ته وړاندې شي‪ ،‬خو په داسی کارونو کی‬
‫سمدالسه عمل پکار وي او مونږ د دې لپاره جواز لرو‪ .‬د پنډۍ او پيښور‬
‫کنډکونو ته خبردارې ورکړئ ‪ .‬په دی به د اوړي کومکونه اغيز من شي‬
‫خو بله الره نه لرو‪ .‬که په لومړي ځل مو دوي ته سم گوزار ورکړې وې‬
‫نو اوس به دا حال نه وی‪ .‬اته زره به بس وي‪.‬‬
‫ځوان سړې‪ .‬د توپخانې په اړه څه وايئ؟‬
‫لوړسړی‪ .‬په دی بايد د ميکلين سره خبرې وکړم‪.‬‬
‫ځوان سړی‪ .‬محترم دا د جنگ مانا ورکوي؟‬
‫لوړسړی‪.‬نه‪...‬دا د سزا مانا ورکوي‪ .‬لکه چې يوسړی د خپلو مشرانو د‬
‫عمل په بدل کی تاوان ورکوي‪.‬‬
‫ځوان‪ .‬خو کيديشي ‪ .‬سي ‪ ٢۵‬دروغ ويلي وي‪.‬‬
‫لوړ سړی‪ .‬د ده معلومات د نورو د معلوماتو تايد دې‪ .‬په عمل کی مونږ‬
‫شپږ مياشتې د مخه خبر شوي و‪ .‬دوي سره د روغې يو چانس و‪ ،‬خو‬
‫پرځاې يې دوي په دی موده کی ځانونه نور ھم قوي کړل‪ .‬ھغه څو‬
‫ټيليگرام پيغامونه سمدالسه وروليږه‪ .‬خو د نوي خفيه شفر سره‪ .‬زما او د‬
‫وارټن د شفر سره‪ .‬زما په فکر ميرمنو ته به نور د انتظار زحمت نه‬
‫ورکوو‪ .‬نورې خبرې به د سيگرټو پرڅکولو وکړو‪ .‬زه خبر وم چې‬
‫ھمدغسې به کٻږي‪ ،‬دا سزا ده‪ ،‬جنگ نه دی‪.‬‬
‫کله چې د موټر بدرگه پوځيان له لوی دروازی ووتل نو کيم لکه د چينجي د‬
‫ديوال سره سره وڅکيدو او د کور شا ته والړو‪ .‬د خپلې تجربې پر اساس‬
‫دی خبر و چې ھلته به ډوډۍ پخيږي‪ .‬په پخلنځي کی ھر ډول خلک په‬
‫کاراخته و او ده ھم پکی ځان ورگډ کړو‪ ،‬خو يو کس دی وشړلو‪ .‬کيم په‬
‫ژړا وويل‪" ،‬ما غوښتل چې لوښي درته ووينځم او يو ټوک ډوډۍ وخورم"‪.‬‬

‫‪30‬‬
‫ھغه کس ورته وويل‪" ،‬زه زه‪ ،‬د امبالې ټول خلک ھم په دی کار پسې‬
‫راوتلي دي‪ .‬ځه تښته"‪ ،‬دوي اوس د ښوروا قابونه دننه وړل‪" ،‬ته‬
‫فکرکوې چې کرايټن صيب د ميلمستيا د کارونو لپاره ستا په شان کوڅه ډب‬
‫غواړي؟" کيم د لوړ پوځي په اړه ځان خبرول غوښته‪ .‬ھغه لويو قابونو ته‬
‫وکتل او وې ويل‪" ،‬ډيره لويه ميلمستيا ده" ‪ .‬يو چا وويل‪ " ،‬د حيرانتيا خبره‬
‫خو نه ده چې مشر ميلمه جنگ الټ صيب دې‪ .‬سپه ساالر"‬
‫د کيم لپاره دا معلومات بس و او د سترگو په رپ کی دی ورک و‪ .‬کله‬
‫چې دې له ھغه کوره ووتلو نو سوچ يې کوو‪ ،‬آيا دا ھر څه د يو اس د نسل‬
‫لپاره کٻږي؟ محبوب علي ته پکار و چې ما سره راغلې وې او کتلې يې‬
‫وې چې دروغ څنگه ويل کيږي‪ .‬د دی نه وړاندې د محبوب علي ټول‬
‫پيغامونه چې کيم ورته اوړل د ښځو په اړه و‪ .‬اوس د سړو خبرې وې‪.‬‬
‫لوړ سړي ويل چې دوي به يو ځاې چا ته د سزا ورکولو لپاره پوځ ليږي‪،‬‬
‫دا خبر به پنډۍ او پيښور ته ځي‪ ،‬توپې ھم پکی دي‪ .‬ھغه په الره روان و‬
‫او چرت يې وھلو چې که زه لږ نور دوي ته ور نږدې شم نو ډٻر لوې خبر‬
‫به پيدا کړم‪.‬‬
‫دی چې د کروندگر د ماما کشر زوي کور ته ورسيدو نو د يو قانوني‬
‫معاملې په اړه بحث کيدو او المه خوبولې و‪ .‬د شپې د ډوډۍ نه وروسته يو‬
‫چا چلم راوړو نو کيم ھم ترې کش وکړو‪ .‬ھغه ته خپل ځان نن د يوسړې‬
‫په شان ښکاريدو‪ .‬ناستو کسانو د ده سره ډٻر په ادب خبرې کولې ځکه د‬
‫کروندگر ميرمنې ټولو ته د سره غويي او د ده له بلې نړۍ نه د راتلو خبره‬
‫کړې وه‪ .‬د دی کورنۍ برھمن مال چې راغلو نو د المه سره يې په ديني‬
‫معاملو خبرې پيل کړې‪ .‬د ادعيانو نه خبره نجوم ته الړه او دواړو ماليانو‬
‫د ستورواو د کايناتو خبرې راواخستې‪ .‬شپه ناوخته د کروندگر ميرمنې د‬
‫خپل برھمن نه د المه په اړه وپوښتل نو ده وويل‪" ،‬ھغه بې شکه پوھه‬
‫سړی دی‪ ،‬که څه ھم زمونږ خدايان نه مني خو دی د حق په الره روان‬
‫دې"‪.‬‬
‫کيم له برھمن نه د سره غواي په اړه معلومات وغوښتل نو ھغه د ده د‬
‫زيږيدوورځ‪ ،‬نيټه او شيبه ترينه پوښتل‪ .‬کيم وويل‪" ،‬په کومه شپه چې په‬
‫سري نگرکی لويه زلزله راغلې وه‪ ،‬د مې لومړۍ نيټه وه‪ .‬د لومړي چرگ‬
‫بانگ او د دويم چرگ بانگ په مينځ شيبو کی زه وزيږيدم"‪ .‬کيم ته دا ھر‬
‫څه ھغې ښځې ويلي و چې د ده پالنه يې کړې وه‪ .‬په دی خبره يوې‬

‫‪31‬‬
‫ميرمنې ټولو ته وويل‪ "،‬وگورئ دا د دی خبرې ثبوت دې چې مريد غير‬
‫عادي قوت لري"‪ .‬برھمن د غولي په خاوره کی د ستورو نقشې جوړې‬
‫کړې اود سره غواي د اصل په اړه يې وپوښتل‪.‬‬
‫کيم په جوش ورته ټوله کيسه تيره کړه چې په شين ميدان کی د سره غويي‬
‫له ليدو وړاندې‪ ،‬دوه کسان به الره ھواروي او بيا به د ده قسمت ورسره‬
‫بدل شي‪ .‬برھمن د ستورو او د سپوږمۍ او د لمر خبرې کولې‪ ،‬بيا ده ته‬
‫يې د يو وړوکي لرگي د راوړو امر وکړو‪ .‬تر نيم ساعت پر زمکه کله‬
‫يوې خوا ته به يې ليکه راښکله او کله بل‪ ،‬اخر ھغه وړوکې لرگي يې د دم‬
‫په ويلوويلو په نقشه واچوو او وې ويل‪ " ،‬ستوري واي چې په راتلونکو‬
‫دريو ورځو کی دوه سړي به ھر څه تيارکړي‪ .‬له ھغوي وروسته به سره‬
‫غواې ښکاري خو د دی ھر څه سره د جنگ او د وسله والو کسانو نښي ھم‬
‫ښکاري"‪.‬‬
‫د کروندگر ميرمنې وويل‪ "،‬مونږ سره د اورگاډي په ډبه کی يو سيک‬
‫پوځي ناست و کنه"‪ .‬برھمن سر وخوځوو‪ "،‬زه د وسله والو پوځيانوخبره‬
‫کووم‪ ،‬په سوونو کی‪ ،‬ستا د جنگ سره څه سروکار دی؟ ستا ستوری تاوده‬
‫او قھر ژن دی‪ ،‬چې ډٻر ژر د جنگ االمه ښاي"‪ .‬المه په تلوسه وويل‪،‬‬
‫"ھچرې نه‪ ...‬مونږ يواځې د صلح غوښتونکي او د سيند په لټون يو"‪ .‬کيم‬
‫وموسيدو‪ ،‬ځکه د پيرنگي په کور کی وړاندې يې چې څه اوريدلي و ھغه‬
‫ورته په زړه شول‪.‬‬
‫برھمن په خاوره کی کښلي نقشونه په خپله پښه ورانول او ويل‪ " ،‬له دی‬
‫زيات زه په راتلونکو دريو ورځوکی څه نه وينم ھلکه‪ ،‬په دريو ورځو کی‬
‫سورغواې به درته ښکاره شي"‪ .‬المه په تلوسه وويل‪ " ،‬او زما سيند‪ ،‬زما‬
‫سيند به څنگه شي؟ " برھمن ورته په افسوس وويل‪ " ،‬وروره دا عادي‬
‫خبره نه ده"‬
‫په بل سھار ټولو په دوي تينگار وکړو چې ايسار شي‪ ،‬خو المه نه منل‪.‬‬
‫کوربانو کيم ته د ښې ډوډۍ يوه لويه غوټه برابره کړه او درې انې ھم د‬
‫الری د خرڅ لپاره ورته ورکړې‪ .‬بيا ټولو دواړو ته په مخه ښه وويل او‬
‫دوي د جنوب لوري ته پلي روان شول‪ .‬المه په افسوس وويل‪" ،‬داسی‬
‫خلک به د خپلو غمونو نه چرې ازاد نشي"‪ .‬کيم د ډوډۍ پنډ په سراخستې‪،‬‬
‫وويل‪" ،‬که دوي ازاد شول‪ ،‬نو په نړۍ کی به يواځې بد خلک پاتې شي او‬
‫بيا زمونږ په شان خلکو ته به ډوډۍ او سرپناه څوک ورکوي؟" المه يوه‬

‫‪32‬‬
‫وياله وليده نو ورته يې وويل‪ ،‬راځه وگورو‪ ،‬ھسې نه زمونږ سيند ھم دا‬
‫وي‪ .‬دوي په پټيو کی روان و او د کلي ټول سپي ورپسې و‪ .‬کيم او بوداي‬
‫المه له سابو د پټيو نه تيريدل چې يو بزگر د خپل ډانگ سره په قھر او په‬
‫ښکنځلو د دوي لوري ته په منډه شو‪ .‬ده د امبالې په بازارکی ترکاري او‬
‫گلونه خرڅول او کيم د ده د ژبې نه اندازه لگوله چې دی به د کومی سيمی‬
‫وي‪ .‬المه د سپوھيڅ پرواه ونکړه او کيم ته يې وويل‪" ،‬دا سړې څومره بده‬
‫خله لري او خبر نه دی چې مساپرو سره خلک مھرباني کوي‪ ،‬مريده‪،‬‬
‫خبردار ووسه چې دا سړې د ښې طبقې راته نه ښکاري"‪ .‬سړې ورته‬
‫رانږدې شو‪،‬‬
‫سړې‪ .‬ھوھو‪ ...‬گدايانو‪ ،‬ووځئ له دی پټيو‪.‬‬
‫المه‪).‬په صبر( مونږ ستا د بی برکته پټيو نه په وتلو يو‪.‬‬
‫کيم‪) .‬په چيغه(‪ ،‬که بل فصل دی وونشو نو دا به ستا د ژبې گناه وي‪.‬‬
‫ھغه سړې لږ ناارامه شو او لھجه يې نرمه کړه‪.‬‬
‫سړی‪ .‬دا نړۍ له خيرات خورو ډکه ده‪.‬‬
‫کيم‪ .‬او باغبانه‪ ،‬ته څنگه پوه شوې چې مونږ له تا خيرات غواړو؟ مونږ‬
‫خو د دی پټيو په سر کی ھغه سيند کتل غواړو‪.‬‬
‫سړی‪ ).‬ناخواله خندا(‪ ،‬سيند‪...‬تاسو د کوم ښار اوسيدونکي يئ‪ ،‬چې کنال نه‬
‫مو سيند جوړکړو‪ .‬وگورئ دا نيغ جوړ شوې دې‪ ،‬سيمټي مورگې لري او د‬
‫دی اوبه زه د سپينو زرو په بيه اخلم‪ .‬البته د دی نه ور اخوا د سيند يوه‬
‫څانگه شته‪ ،‬خو که ستاسو اوبه پکارې وي نو زه به يې درکړم‪ ،‬او که پۍ‬
‫مو ‪...‬‬
‫المه‪) .‬په تگ( نه نه‪ ...‬مونږ به سيند ته ورشو‪...‬‬
‫سړی‪ ).‬په وارخطاي( پۍ او ډوډۍ‪...‬اې ‪....‬گورې ‪،‬ما ته يا زما پټو ته‬
‫ښيرې مه کوئ ‪ .‬تاسو خو خبر يئ چې په دی گرانه گرانۍ کی اوس دومره‬
‫سوالگر پيدا شوي دي چې‪...‬‬

‫‪33‬‬
‫المه‪).‬کيم ته( وو دی ليدل‪ ،‬اول د قھر په سرو خاوروکی پټ‪ ،‬ده څومره‬
‫سخته ژبه کاروله‪ .‬اوس يې ھغه دوړه له سترگو لرې شوه‪ ،‬نو ھم يې زړه‬
‫نرم شو او ھم يې ژبه‪ .‬خدايه‪...‬د ده پټي دی تل شنه وي‪ .‬اې بزگره‪...‬پام‬
‫کوه چې د انسانانو قضاوت په تادۍ کی مه کوه‪.‬‬
‫کيم‪.‬ما داسی جوگيان ليدلي دي چې خلکو ته يې د انغري نه واخلې‪،‬‬
‫ترغوجلې پورې ښيره کړې وه‪ .‬څه فکر کوې‪ ،‬دی سپيڅلې او ھوښيار دې‬
‫او که نه؟ زه د داسې کس مريد يم‪.‬‬
‫المه‪.‬غرور ښه شې نه دې‪...‬ھغه څوک چې د توازن په الره روان وي‪،‬‬
‫غرور نه ډډه کوي‪.‬‬
‫کيم‪ .‬خو تا وويل چې دا سړې د ټيټې طبقی دې او خرابه خله لري‪.‬‬
‫المه‪ .‬د ټيټې طبقې‪...‬ما خو داسی نه دی ويلي‪ .‬دا څنگه کيدٻشي؟ زه‬
‫انسانان په طبقوکی نه وٻشم‪ .‬ټول د خداې مخلوق يو‪ .‬په سر کی د ده چلن‬
‫ښه نه و خو وروسته مودب شو نو ما د ده گناه ھيره کړه‪ .‬بله دا چې دی‬
‫ھم زمونږ په شان دې‪ ،‬د مادي نړۍ په څرخ تړلې دی‪ ،‬خو زمونږ نه په‬
‫دی توپيرلري چې دی د خالصون په الره نه ورځي‪.‬‬
‫دوي دواړه د کنال غاړی ته ودريدل چې د اسونو او د نوروڅاروو د پښو‬
‫نښی پری جوړی وې‪ .‬المه يو څو شيبې اوبو ته کتل‪ ،‬ھلته د گنې فصل ھم‬
‫شين و‪ .‬کيم د څو گنو د سيوري الندی کښيناستو او ترې پوښتنه وکړه چې‬
‫دی به سپيڅلې سيند څنگه پيژني نو المه ويل‪ "،‬د دی په موندلو ‪ ،‬ما ته به‬
‫ھر څه رڼا شي‪ .‬خو دا ھغه سيند نه دی‪ ،‬کاشکه په دی اوبو کی اوسيدونکو‬
‫وړو چينجو راته ويلي شول چې زما سيند چرته دی‪".‬‬
‫کيم ھغه وخت يوه لوې ښامار وليدو نو المه يې شا ته راښکلو او دواړه ساه‬
‫نيولي ودريدل‪ .‬ښامار چې ژيړ او نسواري ليکې يې لرلې‪ ،‬غاړه ښکته کړه‬
‫او د کنال اوبه يې وڅښلې‪ .‬بيا ھم دغسې په زمکه پروت و‪ .‬کيم اخوا‬
‫ديخوا کتل او ځان سره لگيا و چې يوه کوتک راسره وې نو د دی ښامار‬
‫مرۍ به مې ماته کړی وې‪ .‬المه ورته وويل‪ ،‬ولې؟ دی ھم زمونږ په شان‬
‫د ژوند په څرخ سپور دې‪ .‬کيم وويل چې د ده له ھر ډول مارانو نه کرکه‬

‫‪34‬‬
‫کيږي‪ .‬خو المه ايسارکړو‪" ،‬پريږده چې دی ھم ژوند وکړي"‪ .‬په دی کی‬
‫ښامار په يوشرنگيدلي غږ خپل سر پرانستو او چمچمار تری جوړ شو‪.‬‬
‫المه ھم ھغسې ورسره خبرې کولې‪ ،‬چې " وروره‪ ،‬که زما د سيند په اړه‬
‫دی څه معلومات وکړل نو بيا راشه"‪ .‬کيم ورته په غلي غږ وويل ‪"،‬ستا په‬
‫شان سړی ما تر اوسه نه و ليدلې‪ ،‬څنگه‪ ،‬دا ښامار ھم ستا په خبره‬
‫پوھيږي؟ "څوک څه خبر دي المه وويل او د ښامار څنگ ته ورو غوندې‬
‫تير شو چې په خاوره کی تاو راتاو پروت و‪.‬‬
‫ھغه کيم ته اشاره وکړه‪ ،‬خو دی په ويره و‪" ،‬زه د بلې غاړې نه درځم‪".‬‬
‫المه ورته ډاډ ورکړو‪" ،‬راځه ھيڅ درته نه واي‪ ".‬کيم زړه نا زړه و خو‬
‫المه ورته الس اوږد کړو او په چيناي ژبه يې څه وويل‪ .‬کيم فکر وکړو‬
‫چې ھغه څه "دم "ويلو‪ .‬دی ورور ورو د ښامار څنگ نه تير شو خو ھغه‬
‫سر ھم راپورته نکړو‪ .‬کيم له خپلې تندي خوله پاکه کړه او وې ويل‪" ،‬ښه‬
‫نو اوس کومې خوا ته ځو؟" المه وويل‪" ،‬دا ستا کار دې چې فيصله‬
‫وکړی‪ ،‬زه زوړ يم او دا سيمه نه پيژنم‪ .‬راځه چې يو بل سيند ولټوو‪".‬‬

‫د سيند لټون‬
‫د پنجاب په دی ښيرازه زمکه په يو وخت درې فصلونه کيدل‪ ،‬گنا‪ ،‬تمبکو‪،‬‬
‫او نوره سبزي‪ ،‬لکه مولۍ او ټيپر‪ .‬دوي ټوله ورځ گرځيدل او ھر ځاې‬
‫چې اوبه يې وليدې نو ورته به والړل‪ .‬کله به سپي ورپسې شول او کله د‬
‫غرمې په خوب ويده کلي وال يې راويښ کړل‪ .‬په ھر ځاې المه د خلکو‬
‫پوښتنې ځوابولې او بيا به ھغوي ورته د يو سيند درک ورکړو‪ .‬کله کله به‬
‫چا ورباندی وخاندل خو زياتو خلکو ورته د دمې وويل‪ ،‬اوبه يا شوملې يا‬
‫پۍ به يې ورله راوړل‪ ،‬ډوډۍ به يې ورله ورکړه‪ .‬ښځې به زياتې مھربانه‬
‫وې‪ .‬ماشومان به په پيل کی شرميدل او وروسته به ورسره مله شول‪.‬‬
‫ماښام دوي په يوکلي کی د خټو د يوې جونگړې څنگ کی د لوې ونې‬
‫الندی کښيناستل‪.‬‬

‫‪35‬‬
‫د کلي سپين ږيرې مشر ورته راغلو اود دوي کيسه يې واوريده‪ .‬د المه د‬
‫کښيناستو لپاره يې يوکټ واچوو او گرمه ډوډۍ يې راوغوښته‪ .‬بيا يې چيلم‬
‫ورته تازه کړو او د کلي پنډت يې راوبللو‪ .‬کيم يو څو ھلکانو ته د الھور د‬
‫ښايست‪ ،‬د اورگاډي د سفر او د ښار د ژوند کيسې کولې‪ .‬سړي پخپلو کی‬
‫لگيا و‪ .‬اخر د کلي پنډت وويل چې دی د سيند په اړه څه نه شي ويلې خو‬
‫المه د حق په لټون راوتلی دی او د ده په شان يو بل جوگي ھم تيره مياشت‬
‫راغلې و‪ .‬ناستو والړو خلکوته يې وويل‪" ،‬په ياد مو دي‪ ،‬د شمشتۍ )‬
‫کيشپ( جوگي‪ .‬ټولو سر وخوځوو‪ .‬ھغه جوگي ته کرشنا په خوب کی ويلي‬
‫و چې که دی پخپله پرياگ ته والړو نو بې له سوځيدو به جنت ته ځي‪.‬‬
‫پنډت اعالن وکړو‪ " ،‬دا جوگي په ھغو خدايانو باور نه لري چې زه يې‬
‫پيژنم‪ .‬خو صبر وکړئ ‪...‬دی زوړدی او له لرې راغلې دې او بله دا چې‬
‫ليونې دې‪ .‬بيا يې المه ته وويل‪" ،‬له دی ځايه شپږ ميله لويديځ ته جرنيلي‬
‫سړک کلکتې ته ځي"‪ .‬المه په تلوسه وويل‪" ،‬خو زه بنارس ته روان يم"‪،‬‬
‫پنډت وويل‪" ،‬ھو ھغه سړک بنارس ته ھم ځي او د شمالي ھند د ټولو‬
‫سيندونو نه تيريږي‪ .‬خو اوس به ښه دا وي چې تاسو شپه په دی کلي کی‬
‫وکړئ‪ ،‬سھار به سړک ته ووځئ او په الره چې ھر سيند نه تيريږئ‪ ،‬درته‬
‫به معلوم شي"‪.‬‬
‫المه دا خبره خوښه کړه‪ .‬ھغه څو دعاگانې وکړې چې وروستۍ يې په‬
‫چيناي ژبې کی و‪ .‬بيا يې کيم نه پوښتنه وکړه "په ھر څه پوھه شوې؟" کيم‬
‫ورته په ادب وويل‪ "،‬ھو" د کلي مشر کيم ته وکتل چې د يوې جينۍ سره‬
‫يې خبری کولې‪ .‬المه د کيم د لټون او د ده د مريد کيدو کيسه ټولو ته تيره‬
‫کړه او دا چې ھغه د خداې له اړخه له بلی دنيا نه ده ته راليږل شوې دې‪.‬‬
‫پنډت موسکې شو او کيم ته يې په چغه وويل‪" ،‬ته څوک يې؟" ھغه د بل‬
‫سر نه په زوره وويل "د سپيڅلي المه مريد" پنډت وويل‪" ،‬ستا جوگي واي‬
‫چې ته پٻرې يا روح يې‪ ".‬کيم وويل‪" ،‬نو پٻرې ډوډۍ خوړې شي؟ زه خو‬
‫اوږې يم‪ ".‬المه په زوره وويل‪" ،‬دا د ټوکو خبره نه ده‪ .‬په ھغه بل کلي‬
‫کی‪ ،‬چې ما نه يې نوم ھير شو‪ ،‬نجومي دا خبره کړی وه‪ ".‬کيم د المه په‬
‫غوږ کی وويل‪" ،‬ھغه د امبالې ښار و چې بيگا شپه مو پکی وکړه‪ " .‬د‬
‫المه راياد شول‪" ،‬ھو امباله نوميدو‪ ،‬ھلته نجومي پخپل علم څرگنده کړه چې‬
‫زما مريد به په دوو ورځو کی خپل مراد ته ورسيږي‪ .‬خو ھغه ستا د‬

‫‪36‬‬
‫ستورو په اړه څه ويلي و؟" کيم غاړه تازه کړه او د کلي ټولو سپين ږيرو‬
‫ته يې وکتل‪" .‬زما د ستوری مانا جنگ دې‪ ".‬يو کس وخندل‪ .‬خو بل وويل‪،‬‬
‫"دا وړاند ويٻنه خو نه ده‪ ،‬په سرحدونو ھر وختې جنگ کيږي"‪ .‬خو په‬
‫سپين ږيرو کی يو پخوانې پوځي ھم ناست و چې په غدر کی د ده په ميړانه‬
‫انگريزانو ورته انعامونه ورکړی و او اوس ھم انگريز چار واکي او کمشنر‬
‫د ده ليدو ته راتلل‪ .‬د ده زامن ھم په پوځ کی و‪ .‬ھغه په زوره وويل‪،‬‬
‫پوځي‪ ...‬د ھلک خبره وړاند ويٻنه ده‪.‬‬
‫کيم )په چغه(‪ ،‬دا به يو لوې جنگ وي‪ ،‬د اتو زروپوځيانو‪...‬‬
‫پوځي‪ .‬لښکربه د سرو کوټونو وي که د ھند کنډک؟‬
‫کيم ‪).‬په تلوسه( سره کوټونه به وي‪ ،‬د گوراگانو لښکر او توپې به ھم‬
‫وي‪.‬‬
‫المه‪) .‬وارخطا( نجومي خو راته دا خبره نه وه کړی‪.‬‬
‫کيم )په جوش( دا خبر يواځی ما ته راغلی دې چې اته زره پوځيان به د‬
‫پنډۍ او پيښور نه د جنگ لپاره ځي‪.‬‬
‫برھمن‪ .‬ده ارو مرو دا خبره په بازار کی اوريدلی ده‪.‬‬
‫المه‪ .‬خو دی ټول وخت له ما سره و‪ .‬څنگه خبرشو‪.‬‬
‫پنډت‪ .‬چې سپين ږيرې مړ شو نو دی ھلک نه بھډٻر ښه مداري جوړ شي‪.‬‬
‫دا څه نوې لوبه ده؟‬
‫پوځي‪ .‬يوه نښه راوښايه‪ .‬که د جنگ خبره وي نو زما زامنو به له وخته‬
‫ما ته ويلې وې‪.‬‬
‫کيم‪ .‬کله چې ھر څه فيصله شول نو ستا زامن به ھم خبر شي‪ .‬خو ھغه‬
‫کس چې دا اختيار يې په الس کی دې‪ ،‬ستا له زامنوډٻر لوړ ناست دی‪.‬‬

‫‪37‬‬
‫بابا‪ ،‬ته راته ووايه‪ .‬آيا د اتو زرو پوځيانو د توپونو په بدرگه د تگ خبره‬
‫به ټيټو خلکو کړی وي؟‬
‫پوځي‪ ..‬نه‬
‫کيم‪ ..‬نو ته خبر يې چې د دی پوځ امر به چا ورکړی وي؟‬
‫پوځي‪ .‬ھو ‪،‬ما ھغه ليدلې دې‪.‬‬
‫کيم‪ .‬څوک دی؟‬
‫پوځي‪ .‬زه يې له ھغه وخته پيژنم چې دی د توپخانې افسر و‪.‬‬
‫کيم‪ ..‬لوړ دنگ سړې‪ ،‬تور ويښته او داسی قدم اخلي‪.‬‬
‫کيم د پوځيانو په شان ايغ نيغ وگرځيدو‪ .‬يوکس وويل چې ھر پوځي‬
‫ھمدغسی گرځي‪ .‬خو کيم ورته وويل‪ ،‬نه په دی کی توپير دی‪ ،‬ھغه لوړ‬
‫رتبه کس داسی گرځي او داسی سوچ کوي‪ .‬دا يې وويل او خپله گوته يې‬
‫په تندي کيښوده او ورو ورو يې ښکته جامنې ته برابره کړه‪ .‬بيا خپله‬
‫خولۍ يې په ترخ کی ووھله او د زاڼې په شان ودريدو‪ .‬ټول خلک دی‬
‫ننداری ته ځير و‪ .‬پوځي پوښتنه وکړه‪ "،‬دا افسر د امرکولو پر وخت څنگه‬
‫چلن کوي؟ کيم وويل‪" ،‬دې خپل څټ گروي‪ ،‬بيا يوه گوته پر ميز وھي او‬
‫پوزه راکاږي‪ .‬بيا امر کوي‪ ،‬چې فالنی فالنی کنډک راواستوئ‪ ،‬فالنی‬
‫توپې وروليږئ‪ ".‬ھغه خپل الس يو موټې کړو او په زوره يې وويل‪" ،‬دا‬
‫جنگ نه دی‪ ،‬دا سزا ده سزا"‬
‫پوځي اوس قانع شو او وې ويل‪" ،‬بس بس‪ ،‬زه پوھه شوم چې دی څوک‬
‫دې‪ .‬ما د جنگ د ميدان په لوگو کی د ده غږ اوريدلې دې‪ ".‬د کيم غږ‬
‫واوښتو او وې ويل‪ "،‬ما خو لوگې و نه ليدو‪ ،‬دا ھر څه می په تياره کی‬
‫ليدل چې يو سړي ورته الره پاکه کړه‪ ،‬بيا په اس سپور يو تن راغې‪ ،‬بيا‬
‫دی پخپله راغلو‪ .‬بابا‪ ،‬ما ريښتيا ويلي دي که دروغ؟ " پوځي وويل‪" ،‬بي‬
‫شکه‪ ،‬دا ھم ھغه افسر دی‪ ".‬المه په وياړ ټولو ته وويل‪" ،‬ما تاسو ته نه‬
‫وويلي چې دې له بلې دنيا راغلی دې‪ .‬دی د ستورو ملگری دی‪ ".‬يو سپين‬

‫‪38‬‬
‫ږيري وويل‪" ،‬خير په مونږ څه اړه لري؟ اې‪ ،‬که ته د غيب خبر ورکولې‬
‫شې نو ما سره يوه غوا ده چې سره ټاکي لري‪ .‬ښاي ستا د غواي خور‬
‫وي‪ ".‬کيم وويل‪ ،‬زما ستوري ستا په څاروو پورې نه دي تړلي‪ ".‬يوی‬
‫ښځې وويل‪"،‬ھغه غوا ناروغه ده ‪ ،‬دی زما ميړه دی او د خبرو چل ورله‬
‫نه ورځي‪ .‬ته راته ووايه چې ھغه به جوړه شي که نه؟"‬
‫کيم که يو عادي چلباز کس وې نو دا لوبه به يې غځولې وې‪ ،‬خو دی په‬
‫الھور کی لوې شوې او ديارلس کاله يې د فقيرانو او د عامو خلکو چلن‬
‫کتلې و‪ .‬د کلي پنډت ھغه ته په کينه کتل‪ .‬کيم وويل‪" ،‬زما په فکر تاسو‬
‫يو ډٻر ښه پنډت لرئ چې دا اوس مې وليدو‪ ".‬ښځی ته يې وويل‪" ،‬ته او‬
‫ستا ميړه فکرکوئ چې ستاسو غوا به په تشو خبرو جوړه شي‪ .‬د عبادت‬
‫کوونکو سره درغلي مه کوئ‪ .‬يو خوسکی خپل پنډت ته ورکړئ او که‬
‫خدای درته ډٻر په قھر نه و نو غوا به مو په يوه مياشت کی بيا پۍ‬
‫ورکوي‪ ".‬پنډت د ځان سره وويل‪ "،‬پورا استاد دی‪ ،‬ما په څلويښتو کالو کی‬
‫دا کارونشو کړې"‪ .‬کيم ور زياته کړه‪" ،‬لږ اوړه‪ ،‬لږ کوچ او يو څو دانې‬
‫الچي‪ ،‬په دی څوک شته من کيږي؟"‬
‫پوځي ودريدو او کيم ته يې ست وکړو چې که دوي دواړه شپه له ھغه سره‬
‫تيرول غواړي‪ .‬پنډت د دی تايد وکړو خو وې ويل چې د المه خدمت د‬
‫دوي د دھرم شاله )عبادت ځاې( دنده وه‪ .‬ټول د دوي د ځواب په انتظار‬
‫و‪ .‬کيم ورو غوندې د المه څنگ کی ودريدو او ورته يې وويل‪ " ،‬پيسې‬
‫چرته دي؟ ھغه ورته وويل‪" ،‬زما مال سره تړلي کسوړه کی‪ ".‬کيم ورته‬
‫وويل‪ "،‬شابه زر دا کسوړه ما ته راکړه خو چې څوک پری پوھه نشي‪" .‬‬
‫المه ويل‪" ،‬ولې‪ ،‬اوس خو مونږ ټکټ نه اخلو‪ ".‬کيم ورته وويل‪" ،‬زه ستا‬
‫مريد يم که نه؟ ما تر اوسه ستا ساتنه کړی ده که نه؟ پيسې راکړه او سھار‬
‫رانه بيرته واخله‪ ".‬ھغه د المه په کمر بند الس ووھلو او د پيسو کسوړه‬
‫يې په تياره کی راوويسته‪ .‬المه سر وخوځوو‪" .‬زه ھم داسی دی وي‪ .‬دا‬
‫بده نړۍ ده‪ ،‬زه خبر نه ووم چې پکی دومره خلک اوسيږي‪".‬‬
‫په بل سھار د کلي پنډت سخت په قھرښکاريدو خو المه خوشاله و او کيم د‬
‫زوړ پوځي په کور کی دومره کيسې اوريدلی وی چې ورباندې سم موړ‬
‫شو‪ .‬پوځي ورته په عمل کی وښودله چې کله به ھغه په اس سپور شو نو‬

‫‪39‬‬
‫خپله توره به يې څنگه په زنگانه ايښې وه‪ .‬المه د کيم په ليدو ورته وويل‪،‬‬
‫" د دی کلي ھوا ډٻره ښه ده‪ ،‬نور کله زما خوب کچه وي خو بيگا مې اړخ‬
‫ھم نه دی بدلولې‪ ،‬اوس مې ھم سر لږ دروند دی‪ ".‬کيم پوھه شو چې پنډت‬
‫به المه ته د شپې ښه ډٻر اپيم ورکړی وي چې وې شوکوي‪ .‬ورته يې‬
‫وويل‪" ،‬يوگوټ گرم پۍ وڅښه‪ ".‬کيم د اپيميانو لپاره يو څو کورنيو نسخو نه‬
‫خبر و‪.‬‬
‫دوي د سفر لپاره تيار شول نو المه پوښتنه وکړه چې د کلي والو د خدمت‬
‫په بدل کی څه وکړي‪ .‬ھغه د پنډت نه خوشاله معلوميدو او کيم ته يې وويل‬
‫چې کولې شي‪ ،‬ھغه دھرم شاله ته يوه روپۍ ډالۍ کړي‪ .‬کيم ورته وويل‪"،‬‬
‫محترم‪ ،‬تا کله په سړک يواځی سفرکړې دې؟" ھغه وويل ‪،‬خود نو‪...‬په‬
‫کوھلو کی زما مريد چې مړ شو نو تر پټھانکوټ پوری يواځی ووم‪ .‬په‬
‫الره ھر چا چې راسره ښه وکړل نو ھغه ته به مې يو څه نذر ورکول‪ ".‬کيم‬
‫په سخته لھجه وويل‪" ،‬اوس ته په ھند کی يې‪ ،‬د دوي اسطورھډٻر السونه‬
‫لري‪ .‬دوي پخپل حال پرٻږده‪".‬‬
‫زوړ پوځي دوي ته په مخه ښه ويلو لپاره پخپلې کچرې )يابو( سپور راغلو‪،‬‬
‫يوې ډډې ته يې توره ھم ځړيده‪ .‬د کلي خلک خفه ښکاريدل او پنډت خو‬
‫ورتھډٻر بد بد کتل‪ .‬ھغه د شپې خپل ښه اپيم المه ته ورکړي و خو ھيڅ‬
‫پيسې يې ورسره و نه موندلې‪ .‬پوځي ورته په کچرې د سپريدو اشاره‬
‫وکړه‪ ،‬خوکيم ويل " زه د خپل جوگي غالم يم‪ ".‬پوځي ورته وويل‪" ،‬ته چې‬
‫پخپله د جنگ ستورې لرې نو ولې دی ژيړ جوگي پسې روان يې؟" کيم‬
‫ورته وويل‪" ،‬دی له نوروډٻرو جوگيانو توپير لري‪ .‬دی يو ريښتونې جوگي‬
‫دې‪ .‬مونږ نه نجوميان يو‪ ،‬نه مداريان او نه گداي گر‪ ".‬پوځي وويل‪" ،‬ھغه‬
‫خو ما پخپله وليدل خو زه دا سړې نه پيژنم‪".‬‬
‫د سھار په تازه ھوا کی المه د اوښ په شان لوې لوې گامونه اخيستل‪.‬‬
‫خپلې دعاگانې يې ويلې او تسبيح يې اړولې‪ .‬دوي د امونو د باغ نه تيرشول‬
‫چې د ھغې نه اخوا په پټيو کی ټول خلک په کار اخته و‪ .‬په ختيځ کی د‬
‫ھماليه د غرونو تت انځور ښکاريدو‪ .‬المه د خپلې تسبيح يو اتيايمه دانه‬
‫واړوله نو کيم ته يې وويل‪ ،‬زما ارمان په زړه کی پاته شو چې ھغه دھرم‬

‫‪40‬‬
‫شاله ته مې يوه روپۍ ورنکړه‪ .‬پوځي ټوخې وکړو نو المه د ھغه د شته‬
‫والي نه خبر شو‪ .‬مخ يې واړوو او ورسره خبرې پيل کړې‪،‬‬
‫المه‪ .‬ته ھم د سيند په لټون راوتلې يې؟‬
‫پوځي‪ .‬دانوې ورځ ده‪ .‬د سيند د اوبو اړتيا د لمر ډوبيدو نه وړاندې وي‪.‬‬
‫زه راغلم چې تاسو ته لوې سړک ته ورتلونکې لنډه الره در وښيم‪.‬‬
‫المه‪ .‬نودا توره دی ولې راوړې ده؟‬
‫پوځي‪ .‬زه خبر يم چې په ټول ھند کی د پوليسو په امر څوک وسله نشي‬
‫گرځولی‪ .‬خو د دی ځای حوالدار ما پيژني‪ .‬زما يو ارمان دې چې د اړتيا‬
‫پر وخت له دی تورې کار واخلم‪.‬‬
‫المه )په افسوس( د يو سړي وژنه به درته څه گټه وکړي؟‬
‫پوځي‪ .‬ھيڅ ھم نه‪ ،‬خو کله کله بد انسانان که وونه وژل شي نو نړۍ به د‬
‫زما په شان ارماني کسانو لپاره تنگ شي‪ .‬ما د ډٻلي نه تر جنوب پوری‬
‫زمکه په وينو سره ليدلی ده‪ .‬څه ليونتوب و‪.‬‬
‫المه‪ .‬ھغه خدايان به خبر وي چې دا وبا يې راليږلې وه‪.‬‬
‫پوځي‪ .‬د ھند په پوځ کی ليونتوب ورگډ شو او عسکرو خپلو افسرانو ته د‬
‫ټوپکو شپيلۍ واړولې‪ .‬دا ليونتوب که ھلته ودريدلې وې نو ښه به وې‪ ،‬خو‬
‫دوي د افسرانو ميرمنې او ماشومان ھم ووژل‪ .‬بيا له اوو سمندرونو نه‬
‫اخوا نورکسان راغلل او ھغوي ال ظلمونه وکړل‪.‬‬
‫المه‪ .‬داسی گنگوسی ډٻر پخوا ما ته ھم رارسيدلې وې‪ .‬زما ياديږي‪ ،‬ھغه‬
‫کال يې د " تور کال " په نوم يادوو‪.‬‬
‫پوځي‪ .‬نه پوھيږم‪ ،‬تا څنگه ژوند تيرکړی دی؟ گنگوسی؟‪...‬ھن‪...‬ټوله نړۍ‬
‫له دی پيښې په لړزان وه‪.‬‬

‫‪41‬‬
‫المه‪ .‬زمونږ نړۍ تراوسه يو واری خوزيدلی ده‪ ،‬کله چې زمونږ سپيڅلې‬
‫بودا رڼا تر السه کړه‪.‬‬
‫پوځي )په سخته لھجه( زه خبر يم چې ډٻلي په لړزان وه او ډٻلي د نړۍ "‬
‫کولمه" گڼلې شي‪.‬‬
‫المه‪ .‬ښه نو دوي ښځې او ماشومان ووژل‪ ،‬دا ډٻر بد کار واو بايد سزا يې‬
‫موندلې وې‪.‬‬
‫پوځي‪ .‬ډٻرو خلکو دا کار وکړو خو ھيڅ گټه يې نه وه‪ .‬زه ھغه وخت د‬
‫سپارو په يوغونډ کی ووم‪ .‬په دی کی شپږ سوه او اتيا تکړه ځوانان و‪ .‬ته‬
‫باور وکړه چې درې تری ژوندي پاتې شول‪ .‬يو پکی زه وم‪ .‬ما پخپل اس‬
‫يو انگريز ميم صاحب او د ھغې ماشوم سپاره کړل او اويا ميله لرې يو‬
‫خوندي ځاې ته مې بوتلل‪ .‬خو ما نولسو سختو جگړو کی برخه اخستې وه‪،‬‬
‫د اسونو شپږ څلويښت جگړې مې وکړې‪ .‬د وړو جنگونو خو حساب نشته‪.‬‬
‫په وجود می نھه ټپونه خوړلي دي‪ .‬څومره ميډالونه مې وگټل او دا د کلي‬
‫زمکه يې ھم راکړی ده‪ .‬درې زامن لرم چې زما په غياب کی راپسی‬
‫ملنډی وھي‪.‬‬
‫المه‪ .‬اوس په دی زاړه عمر کی ته د څه شي ارمان لری؟‬
‫پوځي‪ .‬نيغه مال‪ ،‬نرم ھډونه ‪ ،‬چابک الس او تيز نظر ‪ .‬زه ھغه طاقت بيا‬
‫غواړم‪.‬‬
‫المه‪ .‬طاقت کمزوري وي‪.‬‬
‫دوي څو شيبې د ونې الندی دمه وکړه‪ .‬کيم د يو مږې سره لوبی پيل کړی‪.‬‬
‫د کلي يو چاغ ماشوم چې په الره روان و‪ ،‬د المه په ليدو نږدې راغی او‬
‫ھغه ته په ادب ټيټ شو‪ ،‬خو د ټيټيدو پر وخت بی تولې شو او راپريوتو‪.‬‬
‫کيم په زوره وخندل نو ماشوم په ژړا شو‪ .‬پوځي زر ورنږدې شو او دی‬
‫يې دالسه کړو‪" .‬مه ژاړه‪ ،‬شھزاده خيردی ‪ ،‬خوږ شوې نه يې‪ ".‬المه چې‬
‫څو شيبو له يې سترگې ورغلې وې راويښ او تسبيح يې اړولې‪ .‬ماشوم په‬

‫‪42‬‬
‫ژړا تسبيح ته الس کړو چې زه دا غواړم‪ .‬المه د ھغه سترگو ته وکتل ‪،‬‬
‫تسبيح يې په واښو لکه د مار کيښودې او يوه سندره يې وويله‪،‬‬
‫يو موټې الچي‪...‬يوڅمڅۍ غوړي‬
‫وريژې دال او مالگه‪...‬ستا زما ډوډۍ‬
‫ماشوم له سندرې خوند ورکړو او په خندا شو‪ .‬پوځي ترې پوښتنه وکړه‪َ ،‬‬
‫دا سندره دی له کومه وخته ياده ساتلې ده؟ المه وويل‪" ،‬دا مې په پټان‬
‫کوټ کی زده کړی وه‪ .‬ماشومانو سره مھرباني کول پکار دي‪ ".‬پوځي‬
‫ماشوم ته يوه پيسه ورکړه چې ځان ته د کلي په ھټۍ خواږه واخلي‪ .‬له‬
‫دمې وروسته دوي لږ مزل وکړو نو لوې سړک ته راووتل‪.‬‬

‫جرنيلي سړک‬
‫د دی لوې سړک چې انگريزانو ورته جي‪ -‬ټي‪ -‬روډ ويل‪ ،‬منځ برخه پخه )‬
‫قيرشوی( وه او د لويو موټرو او الريو لپاره وه‪ .‬د دې دواړو غاړو ته د‬
‫اس او خرگاډو لپاره بيله کچه الره وه‪ .‬پوځي ورته وويل‪ " ،‬د اورگاډي د‬
‫راتلو نه وړاندې په دی سړک به ھر وختې د انگريزانو موټری تلی راتلی‬
‫خو اوس پرې څوک نه تلل‪ .‬دا خوندي سړک و‪ ،‬ځکه په ھر څو ميله کی‬
‫ورباندې د پوليسو څوکۍ وه‪ .‬خو پوليس پخپله غله دي او خلکو نه په زوره‬
‫شيان اخلي"‪.‬‬
‫په دی سړک پلي خلک روان و او پوځي وويل‪ " ،‬وگوره داسی ښکاري‬
‫چې د خلکو يو سيند بھيږي" ‪ .‬دا جرنٻلي سړک په دې زړه پوری و‪ ،‬چې‬
‫تر پينځلسو سوو ميلو نيغ جوړ شوې و او د ھر نسل خلکو ورباندی سفر‬
‫کوو‪ .‬د دی په ھر فرالنگ دواړو غاړو ته سپينې تيږې او ورباندې د‬
‫فاصلو نښې ليکلې وې‪ .‬دوي په سړک روان و چې د پوليسو څوکۍ ته‬
‫نږدې شول‪ .‬ھلته يو چار واکي د پوځي سره د تورې په ليدو وويل‪"،‬څوک‬
‫دي چې د قانون پر ضد وسله يې رااخستی ده‪ .‬آيا پوليس د ژغورنې لپاره‬
‫بس نه دې؟" بيا يې وخندل‪ .‬پوځي وويل‪" ،‬د پوليسو نه د ژغورنی لپاره‬

‫‪43‬‬
‫مې دا توره اخستې ده‪ ،‬په ھند کی ھر څه ټيک ټاک دي؟" د پوليسو کس‬
‫داړې چينگې کړې‪ " ،‬رسالدار صاحب ھر څه ټيک دي‪ .‬زه خو لکه د‬
‫شمشتۍ سر رابھر کړم او بيا وردننه کړم‪ .‬ھو دا د ھندوستان سړک دی او‬
‫ټوله دنيا ورباندې روانه ده‪".‬‬
‫ناڅاپه څوگامه وړاندې په باديدونکي دوړه کې د چا له خلې ښکنځلې‬
‫راووتلې‪" ،‬د سپي زويه‪ ،‬د سړک نرمه برخه ستا د مال گرولو لپاره جوړه‬
‫ده؟ د حيوان اوالده‪ ،‬کم عقل‪ ،‬سرکوزيه‪ ،‬د خره لکۍ تا ته چا ويلي و چې د‬
‫سړک منځ ته راوخيژه؟ اوس دا مات پل دې او خپل مات سر دواړه يو‬
‫ځاې کړه‪ ".‬کيم وليدل چې پنځوس گزه اخوا‪ ،‬يو گاډې د سړک په منځ کی‬
‫مات پروت و او يوه اسپه چې سترگې او پوزه يې له وينو سره و‪ ،‬د‬
‫راپورته کيدو لپاره زور لگوو او بيا به راپريوته‪ .‬ھغه پوليس چې ښکنځلې‬
‫يې کولې‪ ،‬په اس سپور او چابک په الس د اسپې د وھلو ھڅه کوله او د‬
‫گاډي خاوند ورته مخې مخې ته کيدو چې اسپه وونه وھي‪ .‬ھغه د انصاف‬
‫لپاره زارۍ کولې‪ .‬خو پوليس اوس د ده په وھلو الس پوری کړ‪ .‬گاډي‬
‫وال په چغه وويل‪" ،‬دا بی زبان مال دی‪ ".‬پوځي له خپل کچرې راښکته شو‬
‫نو ھم ھغه وخت د پوليسو ھغه کس ھم د خپل اس نه را کوز شو چې‬
‫ښکنځلی يې کولې‪ .‬بيا دوي دواړه د يو بل سره داسی تر غاړه شول لکه‬
‫چې په ھند کی پالر او زوې يو بل ته غاړه ورکوي‪ .‬ھغه پوليس د دې‬
‫پوځي زوې و‪.‬‬
‫دوي دجرنيلي سړک پر غاړه د يوې ونې الندی کښيناستل‪ .‬کيم ستړی و‬
‫خو المه د سپيڅلي سيند په لټون وړاندی تگ غوښتو‪ .‬کيم ورته وويل چې‬
‫لږ صبر وکړه‪ .‬پوځي وويل‪" ،‬دا ھلک د ستورو ملگرې دی‪ ،‬پرون يې‬
‫راته د ھغه چا خبر راکړو چې د جنگ امر ورکوي‪ ".‬د ھغه زوې وويل‪،‬‬
‫"دا ھر څه به يې په بازار کی اوريدلي وي‪ ".‬پوځي وخندل‪" ،‬ھر څه چې‬
‫وي‪ ،‬دا خو يې نه دی کړي چې په اس سپور راشي او پيسې رانه‬
‫وغواړي‪ ".‬زوې ورته وويل‪" ،‬پالره دا د دې خبرو ځاې نه دی‪ ،‬راځه زما‬
‫کور ته به والړ شو‪ ".‬پوځي وويل‪" ،‬دومره خو کولی شې چې دې ھلک ته‬
‫څه پيسې ورکړې‪ ،‬ده زما لپاره ښه خبر راوړی دی‪ .‬د جنگ د امکان‬
‫خبر‪ ".‬کيم وويل‪" ،‬امکان نه‪...‬د حتمي جنگ خبر‪".‬‬

‫‪44‬‬
‫د پوځي زوې يوه سکه ورته وغورځوله او ځان سره د گدايانو او د‬
‫مداريانو په اړه يې څه وويل‪ .‬دا سکه څلور انيز )د روپۍ څلورمه برخه(‬
‫و او دوي پرې ترډٻرو ورځو ډوډۍ خوړې شوه‪ .‬المه د سکې په ليدو‬
‫ورته يوه دعا وکړه‪ .‬پوځي پخپلې کچرې الس راښکلو او دوي ته يې‬
‫وويل‪" ،‬ورځئ‪ ،‬په مخه مو ښه شه‪ ،‬ما په ژوند کی په لومړي ځل يو‬
‫ريښتونې پٻغمبر وليدو چې پوځي نه و‪ .‬پالر پخپلې کچرې او زوې په اس‬
‫په يو وار سپاره شول او پخپله مخه والړل‪ .‬کله چې کيم او المه د‬
‫پوليسوڅوکۍ نه ورتيريدل نو يو پوليس چې وړاندې يې د کيم څلورآنيز‬
‫ليدلي و‪ ،‬وويل‪،‬‬
‫پوليس‪ .‬په دی څوکۍ کی له ھغې غاړی راتلونکي د ھرسړي په سر دوه‬
‫انې ټيکس )ماليه( دې‪ .‬تاسو به څلورآنې راکړئ‪ .‬دا د سرکار امر دی او‬
‫دا پيسې د سړک پر غاړه د ونو لگولو او د سړک د ښکلی کولو لپاره‬
‫کاريږي‪.‬‬
‫کيم‪ .‬او د پوليسو د خيټې د ډکولو لپاره ھم کاريږي‪ .‬ته څه گڼې چې‬
‫زمونږ سرونه د خټو جوړ دي؟ يا مونږ د ډنډ چيندخان يو؟ خسر بابا‪ ،‬ته د‬
‫خپل ورورنه خبر يې‪ ،‬چې څوک و؟‬
‫د پوليسو مشر‪ ).‬له برنډې( پريږده دا ھلک‪ .‬اې تا ته وايم ‪...‬څوک و د ده‬
‫ورور ؟‬
‫کيم‪ .‬ھغه د يو واليتي بوتل نه کاغذ ليرې کړې و او په پله يې نښلولې و‪.‬‬
‫ھر څوک چې به له پله تيريدل له ھغوي به يې پيسې اخستې چې دا د‬
‫سرکار امر دی‪ .‬بيا يوه ورځ ورباندی انگريز راغی او د ده سر يې مات‬
‫کړو‪ .‬اې وروره‪ ،‬زه د ښار کارغه يم‪ ،‬د کلي نه‪.‬‬
‫پوليس وارخطا شو او دوي يې پريښودل‪ .‬خو کيم ترډٻره وخته شا ته به‬
‫څت واړوو او د پوليسو ھغه کس ته له خلې شپيلۍ غږوله چې بد بد يې‬
‫ورته کتل‪ .‬ھغه المه ته وويل‪" ،‬داسی مريد لکه زما به بل نه وي‪ .‬که ته‬
‫يواځې راوتلی وې او زه درسره نه وې نواوس به يې د الھور نه لس ميله‬
‫ليرې ستا ھډوکي راټولول‪ ".‬المه وموسيدو او په وروغږ يې وويل‪ "،‬زه‬

‫‪45‬‬
‫پخپله ھم چرت وھم چې ته پيرې يې او که وړوکی شيطان؟" کيم وويل‪،‬‬
‫زه ستا مريد يم‪.‬‬
‫دوي دواړه تر ډٻره وخته په خاموشۍ روان و او تش د المه د تسبيح د دانو‬
‫غږ راتلو چې پخپلو دعاگانو کی ډوب و خو کيم چارچاپيره نړۍ ته سترگې‬
‫وازې نيولې وې‪ .‬دی خوشاله وچې د الھور د گڼي گوڼې پر ځاې اوس‬
‫پراخو‪ ،‬شنوميدانونو ته يې کتل‪ .‬خو له ھغې ھم خونده ورته خلک و‪ .‬تر‬
‫اوسه يې په دې الره څومره نوي څيرې‪ ،‬نوي جامې او د کړو وړوعجيبه‬
‫خلک ليدلي و‪ .‬اوس يې ھم په سړک يوه لويه ډله د سنياسي درويشانو وليده‬
‫چې لوٻي لوې څڼې يې وې او پخپلو ټوکريو کی يې د څمڅرک په شان‬
‫ځناوراوړل‪ .‬بيا يوتکړه کس يې وليدو چې پاکې جامې يې اغوستی وې خو‬
‫په پښو کی يې د بيړۍ نښوڅرگندول چې اوس اوس له بنده خوشی شوی و‪.‬‬
‫يو اکالي سيک يې ھم وليدو چې د خپلې عقيدې نيال لباس يې په ځان کی و‪.‬‬
‫ده لوی څڼې او سرې سترگې لرلې‪ .‬د پگړۍ د پاسه يې ھغه تيره د چاقو په‬
‫څير د اوسپنې حلقه وه چې د دوي وسلې کار يې ورکوو‪.‬‬
‫کله کله به يې د يوکلي ټول خلک وليدل چې په رنگا رنگو جامو کی د‬
‫کومې ميلې لپاره راوتلي و‪ .‬ښځو به ماشومان په ډوډه اخستي‪ ،‬خپل بنگړي‬
‫يو بل ته ښودل‪ ،‬ماشومانو به گني ژوول‪ .‬د يو پله د الندی يې موسليان‬
‫وليدل چې د ډول او باجې په ساز سندرې يې ويلې‪ .‬بل ځاې د چا ناوې‬
‫ډولۍ روانه وه‪ .‬د المه سترگی پټې وې خو کيم ھر څه ليدل‪ .‬اخر يې‬
‫سکوت مات کړو‪.‬‬
‫کيم‪ .‬دا د جنوب سيمه ډٻره ښه ده‪ .‬اوبه او ھوا يې ښه دي‪.‬‬
‫المه‪ .‬ھو خو ټول د ژوند د پل سره تړلي دي‪.‬‬
‫کيم‪ .‬اوس مو ډٻرمزل وکړو‪ ،‬لمر ھم په ډوبيدو دې‪ ،‬يوه دمه به وکړو‪.‬‬
‫المه‪ .‬نن به مو څوک کوربه وي؟‬
‫کيم‪ .‬دا ملک د ښو خلکو ډک دی‪) ،‬په ورو غږ( او مونږ پيسې ھم لرو‪.‬‬

‫‪46‬‬
‫کله چې دوي د دمی يو ځاې ته نږدی شول نو د خلکو گڼه ھم زياته شوه‪.‬‬
‫ھلته په يو قطار کی د توکو پلورونکي گاډي والړ و چې تمبکو‪ ،‬پان او‬
‫ارزان خواږه پکی بار و‪ .‬د لرگو يو ټال او د پوليسو يوه تاڼه ھم وه‪ .‬يو‬
‫کوھې‪ ،‬ورته نږدې څو ونې او د ونو الندی د پخوانيو بل شويو اورونو‬
‫نښې وې چې ښودله يې‪ ،‬په جرنيلي سړک دا د کاروانونو د پړاو ځاې و‪.‬‬
‫بره په اسمان په سوونو د کارغانو‪ ،‬کفترو او د طوطيانو جوپې خپلو زالو‬
‫ته روانې وې‪ .‬په تنورونو د گرمې ډوډۍ او د کبابونو او د پکوړو‬
‫خوشبوي ھرې خوا ته خپور و‪ .‬کيم ته دا ھر څه د کشمير سراې په شان‬
‫ښکاره شو خو البته دا ځاې تريډٻر لوې و‪.‬‬
‫د دوي دواړو اړتياوٻډٻرې نه وې‪ .‬المه د ډوډۍ په اړه څه خاص بنديز نه‬
‫لرلو او کيم د ھری غرفې نه په خيرات کې د خواړو څه نا څه اخستې‬
‫شول‪ .‬ھغه د اورد بلولو لپاره يو څو لرگي په بيه واخستل‪ .‬خلک د ډوډۍ‬
‫او د خواړو لپاره اخوا ديخوا تلل راتلل‪ ،‬خو دوي دواړه د کوھي پر غاړه‬
‫ناست و‪ .‬مخامخ د اس يوگاډې والړ و چې اسونه تری بيل شوي او دوي‬
‫په واښو شونډې وھلې او يا اوبو ته يې خله ټيټه وه‪ .‬په څو گاډو کی د‬
‫ناستو ښځو غږونه اوريدل کيده‪ .‬په ھند کې اوس که څه ھمډٻرو خلکو‬
‫خپلې ميرمنې په اورگاډو)ريل( کی بوتلې چې زرخپل منزل ته ورسيږي‬
‫خو ځينو خلکو اوس ھم په پخواني ډول په اس گاډي يا د غوايي په گاډي‬
‫کی د کور ښځې ورليږلې‪ .‬په دی گاډو به پردې تړلې وې چې بيگانه سړي‬
‫يې وونه گوري‪.‬‬
‫کيم د غواي يو گاډې په نښه کړو چې ډٻر ښکلې کړې شوې و او ورباندې‬
‫دوه گومبدي خيمې لگيدلی وی‪ .‬دا گاډې لږه شيبه وړاندې د پړاو ځاې ته‬
‫راغلی و او ورسره اته سړي بدرگه و چې د دوو کسانو سره زنگ وھلې‬
‫تورې ھم وې‪ .‬له ورايه ښکاريدل چې دا د يو مھم کس کورنۍ وه ځکه د‬
‫ھند عام اولس وسله نه گرځوله‪ .‬د گاډي د پردې شا نه يوی ميرمنې د بيال‬
‫بيلو کارونو لپاره حکمونه کول چې ښکاريده ھغی به تل دا کار کړې وي‪.‬‬
‫کيم د گاډي سره د بدرگه کسانو جاج واخستو چې نيم نه زيات پکې نري‬
‫نروچکي د جنوبي سيمو سپين ږيري و‪ .‬نيم نور د شمال تکړه غرني و چې‬
‫وړينې خولۍ او ھم ھغسې جامې يې اغوستې و‪.‬‬

‫‪47‬‬
‫کيم اندازه ولگوله چې ميرمنه د پاخه عمراو شته منه وه او جنوب کی د‬
‫خپلو خپلوانوکره روانه وه‪ .‬ښاي لورکره تله او زوم ورپسې د بدرگې لپاره‬
‫خپل کسان وراستولي و‪ .‬غرني کسان به ورسره د کوھلو يا کانگړې نه‬
‫راغلي و‪ .‬دا ھم څرگنده وه چې د ميرمنې لور په دی گاډي کی نه وه‪ ،‬که‬
‫نه ھلته به سخته پرده کيده او ساتندويانو به ھيڅوک ورته نږدې نه‬
‫پريښودلې‪ .‬کيم سوچ وکړو‪ ،‬دا ميرمنه خوشاله ښکاري او ھغی سره ليدل‬
‫پکاردي‪ .‬دی خبر و چې المه به دا خبره وونه مني‪ ،‬خو د مريد په توگه‬
‫ھغه دا خپل فرض گڼلو چې د دواړو لپاره تری خيرات وغواړي‪ .‬ھغه چې‬
‫څومره يې امکان کيدې شو‪ ،‬ھغه ښکلي گاډي ته نږدی اور بل کړو چې په‬
‫ساتندويانو کی يې څوک وشړي‪ .‬المه اوس پر زمکه ناست و او تسبيح يې‬
‫اړولې‪ .‬يو غرني ورته په ماته گوډه ھندوستاني ژبه کی وويل‪" ،‬‬
‫او‪...‬گدايانو‪ ،‬له دی ځايه ليرې الړ شئ‪ .‬کيم په غرور وويل‪ " ،‬ده ته گوره!‬
‫دا د غرونو خره کله نه د ھندوستان د زمکې خاوندان شول؟ ھغه يو لرگې‬
‫په اور کيښودو او ورو يې وويل‪" ،‬مونږ دی ته د مينې خبری وايو‪ ".‬له‬
‫پردی شاته نه ميرمنې ھغه غرني ته څه امر ووکړو نو کيم په زوره وويل‪،‬‬
‫" وروره‪،‬ډٻر تيز مه غږيږه‪ ،‬دا نه وي چې ښيرې درته وکړو‪ .‬زمونږه ژبه‬
‫توره ده‪ ".‬سپين ږيرو ساتندويانو وخندل او يوغرنې په گواښنو سترگو ورته‬
‫رانږدی شو‪.‬‬
‫المه سر راپورته کړو او وی ويل‪ ،‬څه چل دی؟ غرنې پخپل ځاې ودريدو‬
‫او ژبه يې چاړه شوه‪ ،‬نو په ماتو ټکو يې وويل‪ " ،‬شکر خدايه چې د يو گناه‬
‫نه دی وژغورم" په سپين ږيروکی يو دی بل ته په غوږ کی وويل‪،‬‬
‫"خارجيانو اخرخپل مال پيدا کړو" د پردی شا ته نه ميرمنې په چغه وويل‪،‬‬
‫" تاسو دا گداي گر ھلک تر اوسه ولې نه دی وھلې؟ " غرنې‪ ،‬پردی ته‬
‫نږدی شو او په ورو غږ يې ورته څه وويل‪ .‬ھلته يوه شيبه خاموشي وه‪ ،‬بيا‬
‫د ميرمنې غږ اوريدل کيدو خو څوک پرې نه پوھيدل چې څه يې ويل‪ .‬کيم‬
‫ځان داسی ناغرضه ښکاره کړو لکه چې ھيڅ نه ويني‪ .‬ھغه غرنې کيم ته‬
‫نږدې شو او په غوږ کی يې ورته وويل‪" ،‬کله چې ستا مال ډوډۍ وخوړه نو‬
‫د بيگم صاحبې خواست دی چې له ھغې سره وويني‪ ".‬کيم په بی پرواي‬
‫وويل‪" ،‬دی چي ډوډۍ وخوري نو ويديږي‪ ".‬خو بيا يې په لوړ غږ وويل‪"،‬‬
‫زه به اوس سپيڅلي ته ډوډۍ ورکړم او د خپلو خلکو نه اجازه ھم واخلم‪".‬‬

‫‪48‬‬
‫بيا يې المه ته وويل‪" ،‬حضور اجازه درکړې شوه‪ ،‬دا خلک به راته ډوډۍ‬
‫راکوي‪ ".‬المه په خوبولي غږ وويل‪" ،‬د جنوب خلکډٻر ښه دي " او ھم‬
‫ھلته ويده شو‪ .‬کيم بيا په زوره وويل‪" ،‬پريږده چې دی لږ ارام وکړي‪ ،‬خو‬
‫کله چې سپيڅلې صيب راويښ شو نو ښه ډوډۍ ورته راوړئ‪ ".‬په سپين‬
‫ږيروکی يو چا سنگ زنه خبره وکړه نو کيم په قھر وويل‪ " .‬دی خيرات‬
‫خور نه دی‪ ،‬د بانډې گداگر ھم نه دی‪ ،‬دی تر ټولو سپيڅلې جوگي دې‪ ،‬تر‬
‫ټولو طبقو لوړجوگي او زه د ده مريد يم‪" .‬‬
‫د گاډي له پردې شا ته نه په يونرم غږ کی بيگم صاحبې ھغه ته د راتلو‬
‫وويل‪ .‬کيم پردی ته ورنږدی شو او پوھيدو چې د دی شا ته نه دوه سترگي‬
‫ورته گوري‪ .‬په تخته يوه الس چې په گوتو کی يې غټې انگشترې وې‪،‬‬
‫ايښې و‪.‬‬
‫ميرمن‪ .‬دی څوک دی؟‬
‫کيم‪ .‬يوه لوړه سپيڅلې څټه چې له ډٻره لری راغلې‪ ،‬دی د تبت دې‪.‬‬
‫ميرمن‪ .‬تبت چرته دی؟‬
‫کيم‪ .‬ھغه د واورو نه اخواډٻر لری دی‪ .‬دی د ستورونه خبر دی او زايچې‬
‫جوړوي‪ .‬خو دی دا ھر څه د پيسو لپاره نه کوي‪ .‬د مھربانۍ له کبله يې‬
‫کوي‪ .‬زه د ده مريد يم او ماته ھم د ستورو ملگرې وايي‪.‬‬
‫ميرمن‪ .‬ته خو غرنې نه يې؟‬
‫کيم‪ .‬له ھغه پوښتنه وکړه‪ ،‬زه ورته له ستورو راليږل شوی يم چې د ده د‬
‫سپيڅلي سفر تر پاې به ورسره پاتې کيږم‪.‬‬
‫ميرمن‪ .‬ھلکه‪ .‬گوره ښه‪ ،‬زه سپين سری يم او بی عقله نه يم‪ .‬زه خبره يم‬
‫چې المه څوک وي او ورته درناوې کووم‪ .‬خو ته د ده قانوني مريد نه يې‬
‫‪ ،‬ھم ھغسې لکه چې زما گوته د دی گاډي ډنډه نشي کيدې‪ .‬ته يو بې طبقې‬
‫ھندو يې‪ ،‬يو بی شرمه گداي گر‪ ،‬چې ځان يې د خپلی گټې لپاره دې المه‬
‫پوری تړلې دې‪.‬‬

‫‪49‬‬
‫کيم‪) .‬په ورو غږ( نو مونږ ټول د خپلو گټو لپاره نه يو لگيا؟ ما اوريدلي‬
‫دي‪...‬ما اوريدلي دي چې‪...‬‬
‫ميرمن‪ .‬څه دی اوريدلي دي؟‬
‫کيم‪ .‬ھر څه خو راته ياد نه دي خو په بازار کی چا ويل‪ ،‬خو کيديشي چې‬
‫دروغ وي‪ ،‬داسی يې ويل چې راجه گان ‪...‬ھغه چې د ښه لوړې کورنۍ او‬
‫د پاکی وينې اود غرونو واړه راجگان وي‪ ،‬ښاي داسی ونکړي‪ ،‬خو په‬
‫جنوب کی‪ ،‬کله کله دوي د خپلو گټو لپاره خپلې ميرمنې په زمکه‬
‫والوخرڅې کړي‪ .‬په اودھه کی دا کار ډٻر کيږي‪ .‬خو د غرونو راجگان‬
‫دا خبره نه مني‪ .‬د بازار په خبره څوک باور نشي کولې‪ ،‬خو د وينځو)‬
‫مينځو( تجارت په ټول ھند کې روان دې‪.‬‬
‫ميرمن‪ ) .‬په سخته لھجه( ته خو ډٻر لوې دروغجن يې‪.‬‬
‫کيم‪) .‬په ويره( موری‪ .‬ته ريښتيا واې‪ ،‬ستا سترگې ښايسته دی چې انسان‬
‫پيژني ‪.‬‬
‫ميرمن‪) .‬په خندا( که څلويښت کاله پخوا راته چا دا خبره کړی وې‪ ،‬او زه‬
‫ريښتيا ھمدغسې ووم‪ ،‬ډٻرش کاله پخوا ھم که چا راته ويلې وې‬
‫نو‪...‬ارمان‪...‬چې په دی ټول ھند کی څوک نه و‪ ،‬بی له دی خيرن گداي گر‬
‫نه چې د يوې باچا د کونډې صيفت يې وکړو‪.‬‬
‫کيم‪ .‬درنې ملکې‪...‬زه ھم ھغه څه يم چې ملکې حضور فرمايلي دي‪ .‬خو په‬
‫دی کی شک نشته چې زما جوگي ريښتونی دې‪ .‬دی تر اوسه خبر نه دی‬
‫چې محترمې ملکې د ده د ليدو امرکړې دې‪.‬‬
‫ميرمن‪ .‬امر‪..‬زه به يو سپيڅلي ته‪ ،‬مذھبي معلم ته‪ ،‬څنگه امر وکړم چې‬
‫راشي او له ما سره‪ ...‬يوې ښځې سره دی خبری وکړي؟ ھيچری نه‪.‬‬
‫کيم‪ .‬ښه دا زما بی عقلي وه‪ ،‬ما فکر کوو تاسو امرکړې دې‪.‬‬
‫ميرمن‪ .‬ھغه امر نه و‪ ،‬يو خواست و‪ .‬وپوھيدې؟‬

‫‪50‬‬
‫د گاډي په تخته يوه سکه وکړنگيده چې کيم را واخسته او د بودايانو په شان‬
‫يې په دواړو السونو بيگم صاحبې ته سالم وکړو‪ .‬بيا يې وويل‬
‫کيم‪ .‬زه د ھغه سپيڅلي مريد يم‪ ،‬کله چې راپاڅيدو او ډوډۍ يې وخوړه نو‬
‫تاسو ته به يې راولم‪.‬‬
‫ميرمن‪) .‬په خندا(ډٻر بی شرمه او بدمعاش يې‪.‬‬
‫کيم‪) .‬په ورو غږ( ملکې صاحبی ‪ ،‬په کورنۍ کی خو څه ستونزه به نه‬
‫لرې‪ .‬د ماشوم زوې اړتيا يا داسی نور‪...‬د زړه خبره وکړه‪ ،‬مونږ جوگيان‬
‫ډٻر کرامت لرو‪.‬‬
‫ميرمن‪ .‬مونږ جوگيان ‪....‬ته دومره لوې نه يې )خندا( باور وکړه‪...‬او‬
‫جوگي‪)..‬خندا( کله کله زمونږ د ښځو اړتيا زامن نه وي‪ .‬بله دا چې زما‬
‫لور شکر دی زوې لري‪.‬‬
‫کيم‪ .‬په لينده کی د يو غشي نه دوه ښه وي‪ ،‬او دری خو ال ښه وي‪.‬‬
‫کيم دا ټولې خبری د الھور د ټکسالي د فقيرانو له خلي اوريدلې وې او د‬
‫خبرو کولو پر وخت يې سترگی زمکی ته نيولې وې‪.‬‬
‫ميرمن‪ .‬دا خبره ريښتيا ده‪ .‬او د دی وخت به ھم راشي‪ .‬خو دا د ښار‬
‫برھمنان په ھيڅ نه دی خبر‪ .‬زه ورته پيسې او ډالۍ ورليږم او دوي راته‬
‫وړاند ويٻنې )پيش بيني( کوي چې ټولې دروغ وي‪.‬‬
‫کيم‪ .‬ښه‪...‬ښه دوي درته وړاند ويٻنې کوي‪.‬‬
‫ميرمن‪ .‬بيا ما پخپله خپل خداې راياد کړو‪ ،‬دعاگانې مې وکړې او ھر څه‬
‫مې ھغه ته پريښودل‪ .‬په بوده گيا کی سپيڅلې زيارت ته ھم والړم او ھلته‬
‫می نذرورکړو‪ .‬اوس له خيره دويم ماشوم يې کيږي‪ ،‬او که زوې وشو نو‬
‫دا به ډٻره لويه خوشالي وي‪.‬‬
‫المه د خپل خوب نه راويښ شو او کيم ته يې نارې کړې‪ .‬کيم ورته منډه‬
‫کړه او وی ليدل چې د اورچاپيره غرنيو نوکرانو ورته ډوډۍ اوډلې وه‪ .‬يو‬

‫‪51‬‬
‫څو کسان الس په نامه ورته والړ و‪ .‬کيم په چغه وويل‪" ،‬زه ورشئ‪ ،‬ورک‬
‫شئ‪ ،‬تاسو څه فکر کوئ چې مونږ به لکه د سپو په ميدان کی د ټولو د‬
‫سترگو مخی ته ډوډۍ خورو؟" ټول کسان تيت شول او کيم د المه سره په‬
‫ارام ډوډۍ وخوړه‪ .‬بيا ده ورو غوندې المه ته وويل‪" ،‬ما درته نه وويلي‬
‫چې د جنوب خلک ښه دي‪ .‬دا ھر څه يوی ډٻرې درنې د راجه کونډې‬
‫رااستولي دي‪ .‬ھغه بوده گيا ته ھم تللې وه‪ .‬کله چې تا ارام وکړو نو‬
‫ورسره به ووينې‪".‬‬
‫المه د خپلو نسوارو د ډبلي په لټه و‪" ،‬دا ستا کارونه دي؟" کيم وويل‪" ،‬نور‬
‫به دی څوک غم وخوري‪ ،‬اوس وايه چې ستا په خدمت کی پاتې خو نه يم‬
‫راغلی‪ ".‬المه ورته دعا وکړه‪ .‬کيم د ھغه گونځې مخ ته وکتل چې ايله‬
‫دری ورځې د مخه يې په لومړي ځل ليدلې و‪ .‬اوس دا څيره ورته څومره‬
‫خپله او مھربانه ښکاريده‪ .‬ورته يې وويل‪" ،‬ھغه گاډي کی ناسته ميرمنه‬
‫دويم لمسې غواړي‪ ".‬المه يو سوړاسويلې وکړو ‪" ،‬دا د دين الره نه ده‪.‬‬
‫خوھغه له غرونو راغلی ده نو وربه شم‪ ".‬کيم غوښتل چی ورسره والړ شي‬
‫خو المه ورته نه و ويلي اود دوي خبری په تبتي ژبه کی کيدې چې کيم‬
‫ورباندې نه پوھيدو نو دې ھم ھلته ايسارشو‪.‬‬
‫په پړاو کی شورکم شوې و‪ ،‬ټولو خلکو ډوډۍ خوړلې او خوبولي و‪ .‬لرې‬
‫يو ځاې د بنگالي سندرې او ستار غږ اوريدل کيدو‪ .‬کله کله د چيلم‬
‫گوړگوړ به پکی گډ شو چې کيم ته د چيندخانو دغږ په شان ايسيدو‪ .‬المه‬
‫چې بيرته خپل اور ته راوگرځيدو نو کيم سترگې پټې کړې او مالست و‪،‬‬
‫ھغه خپله کمبله ورباندی ھواره کړه نو کيم مخ واړو‪" ،‬څه يې ويل؟" المه‬
‫ورو ويل‪" ،‬ھغه واي چې ما سره مله شئ‪ ،‬ورته مې وويل چې زما لټون‬
‫تر ھر څه مھم دې‪ .‬خو اوس چې زمونږ الره يوه ده نو ورسره به الړشو‬
‫او په الره به د دی لپاره دعا ھم کووم‪ .‬ما نه د ښار نوم ھيردی خو ھلته به‬
‫له دی بٻل شو‪ ".‬کيم يو څو گزه لرې پروت سپين ږيري نه په ورو غږ‬
‫پوښتنه وکړه چې د دوي د بادارصاحب کور په کوم ښار کی و‪ .‬ھغه ورته‬
‫د سھارن پور شا ته د يو وړوکي کلي نوم واخستو چې د امونو باغونه يې‬
‫لرل‪.‬‬

‫‪52‬‬
‫د سره غويي کنډک‬
‫سھار د سپيدې سره په پړاو کی ژوند راويښ شو‪ .‬کيم راپاسيدو او اخوا‬
‫ديخوا يې کتل‪ .‬بيا د "نييم" د يوې ونې نه يې يو ډنډر را وشوکوو او‬
‫مسواک يې ترې جوړ کړل‪ .‬د مسواک پر وخت ده د ټولو خلکو جاج‬
‫اخستو‪ .‬دی اوس د ډوډۍ نه بې غمه و‪ ،‬ځکه د ھغې ميرمنې خدمت گارانو‬
‫ورته ھر څه برابرکړل‪ .‬له سبا نارۍ وروسته دوي د ميرمنې د گاډۍ سره‬
‫روان شول‪ .‬ھغې المه ته وويل چې په الره دی ورسره خبرې کوي او ھم‬
‫دغسې په خبرو خبرو ټوله الره تيره شوه‪.‬‬
‫د غرمې دوي دمه وکړه او د ونو په تازه پاڼو اوډلې ښه ډوډۍ يې وخوړه‪.‬‬
‫ھغې ميرمنې اوس د غرونو يخه او تازه ھوا يادوله او د گرمۍ او د الری د‬
‫خاورونه يې شکايت کوو‪ .‬کله چې په الره د يو سيند نه تيريدل نو المه به‬
‫په تلوسه شو‪ .‬خو بيا به يې سر وخوځوو چې دا ھغه سيند نه دی‪ .‬کيم ته‬
‫يې وويل‪ ،‬د دی ښځې د خبرو د السه زه خپل عبادت نشم کولې‪ .‬کيم لرې‬
‫شنو پټو ته کتل چې څو نوي کورونه پکې ښکاريدل او ده غوښتل چې ھلته‬
‫ورشي او له نږدې يې وگوري‪ .‬دی او المه يو ځاې ھغو ونو ته روان‬
‫شول‪ .‬کله چې نږدې ورسيدل نو کيم په دی حيرانه و چې ھلته يوعبادت‬
‫ځاې ھم نه و‪ ،‬يو څو د امونو ونې وې‪.‬‬
‫ډٻر ليرې ده څلور سړي وليدل چې د يو بل سره څنگ تر څنگ روان و‪.‬‬
‫ھغه پخپل الس کی نيولي د برونزو سيکې ته وکتل او المه ته يې وويل‪" ،‬‬
‫پوځيان‪ ،‬سپين پوځيان‪ ،‬راځه چې وې گورو‪ .‬مونږ چې کله ھم يواځې تگ‬
‫کوو‪ ،‬د پوځيانو سره مخ کيږو‪ ".‬المه وويل‪" ،‬ما سپين پوځيان پخوا چری نه‬
‫دی ليدلي‪ ".‬کيم وويل‪ ،‬دوي چې د شرابو په نشه کی نه وي نو ضرر نه در‬
‫رسوي‪ ".‬بيا دواړه د ام د يوی ونې شا ته پټ کښيناستل‪ .‬پوځيان رانږدی‬
‫شول او يوځاې ودريدل‪ .‬دا د يو رجمنټ )کنډک( ھراول ډله وه او د خپل‬
‫کيمپ لپاره يې ځاې په نښه کوو‪ .‬دوي په السونو کی پينځه فټه لوړې ډنډې‬
‫نيولې وې چې ورباندی بيرغونه ځړيدل‪ .‬کله چې دوي په زمکه خپاره‬
‫شول نو يو بل سره يې په زوره زوره خبری کولی‪ .‬دوه کسان د امونو باغ‬
‫ته ورننوتل نو يوپکې وويل‪" ،‬د افسرانو لپاره به د دی ونو الندی خيمې‬
‫ودروو‪ ".‬بيا يې ليری خپلو ملگرو ته په چغه وويل چې "د سامان د گاډو‬

‫‪53‬‬
‫لپاره مو ځاې په نښه کړی دی که نه‪ ".‬له ليری يوکمزوری غږ کی ځواب‬
‫وويل شوچې کيم پرې پوھه نشو‪ .‬المه ورو وويل‪ ،‬دوي د څه شي لپاره‬
‫تياري کوي؟ دا عجيبه نړۍ ده او دا د بيرغ د پاڅه څه جوړ دي؟ يو پوځي‬
‫خپل بيرغ له دوي څو گامه اخوا پر زمکه وغورځوو‪ ،‬څه يې وويل او بيا‬
‫يې راپورته کړو‪ .‬د کيم خله وازه وه او ده په زوره زوره ساه اخسته‪ .‬بيا‬
‫المه ته يې په غوږ کی وويل‪،‬‬
‫کيم‪ .‬سپيڅلي صاحب‪ ،‬زما زايچه‪...‬ھغه پيشگوي‪...‬په ياد دی دي؟ په‬
‫امباله کی چې ھغه مال په خاوره زما د ستورو نقش جوړکړی و او ويل يې‬
‫چې لومړې به دوه پيرنگيان راځي او په يو تياره ځاې کی به تياري نيسي‪.‬‬
‫ھم ھغسی لکه چې په خوب کی وي‪.‬‬
‫المه‪ .‬خو دا خوب نه دی‪.‬‬
‫کيم‪ ..‬بيا يې ويلی و چې ورپسې به سور غويې په شين ميدان کی ښکاره‬
‫شي‪ .‬وگوره سور غويې‪...‬‬
‫ھغه بيرغ ته اشاره وکړه چې له دوي لږ ليرې په ھوا کی رپيدو‪ .‬د بيرغ د‬
‫پاسه د ھغه کنډک نشان سور غويې په شين ميدان کی جوړ و‪.‬‬
‫المه‪ .‬اوس زما راياد شو‪ .‬دا خو ارو مرو ستا سور غويې دې او ھغه‬
‫دوو کسانو ھم تياري کوله‪.‬‬
‫کيم‪) .‬په جوش( دوي پوځيان دي‪ ،‬سپين پوځيان‪.‬‬
‫المه‪ .‬دا د جنگ نښه ده‬
‫کيم‪ .‬محترم ‪ ،‬دا زما د لټون يوه برخه ده‪.‬‬
‫المه‪ .‬ته ريښتيا واې‪ .‬د امبالې مال ويلي و چې ستا ستورې د جنگ نښه‬
‫ده‪ .‬اوس څه وکړو؟‬
‫کيم‪ .‬دلته به انتظار وکړو‪.‬‬

‫‪54‬‬
‫شيبه وروسته د پوځي بينډ غږ يې واوريدو‪ .‬المه داسی موسيقي چری نه وه‬
‫اوريدلی‪ .‬دا د دې کنډک موسيقي وه چې د مارچ پر وخت به يې غږوله‪ .‬د‬
‫پوځيانو ډلې په ليکو کی راغلې او شيبه وروسته دوي په ميدان کی په لږه‬
‫لږه فاصله خپلې کيږدۍ ودرولې‪ .‬د پوځيانو يوې ډلگۍ په چټک د آم د ونو‬
‫الندی يوه لويه کيږدۍ ټک وھله‪ .‬يو څو نورو د گاډو نه لوښي لرگي‬
‫راښکته کړل او ھندي مالزمانو ته يې وسپارل‪ .‬په څو شيبو کی ھغه ځاې‬
‫لکه د يو وړوکي ښارپه بڼه واوختو‪ .‬المه د تلو لپاره د خپل ځاې نه پاسيدو‬
‫خو کيم ورته وويل‪ ،‬د اورد رڼا نه ليرې ودريږه نو څوک دی نه ويني‪ .‬د‬
‫ھغه سترگي په بيرغ خښې وې‪ .‬ده د پوځ د کيمپ ننداره پخوا چری نه وه‬
‫کړی او ھر څه ورته په زړه پوری و‪.‬‬
‫د المه لپاره د مسيحيانود پادري راتگ په زړه پوری و‪ .‬د ھغه توراوږد‬
‫کميس په غاړه و او د سرو زرو زنځير ترې ځړيدو چې د صليب نښې‬
‫ورسره تالۍ وھلی‪ .‬دې د لنگر د خيمې مخې ته پروت په کرسۍ کښيناستو‬
‫او څلورو افسرانو ورسره ټوکی ټکالې پيل کړی‪ .‬د المه دا خبره خوښه‬
‫نشوه چې مسيحي مال په زوره خندل‪ ،‬خو ھغه پوھه سړی ښکاريدو او‬
‫غوښتل يې چې ورسره خبری وکړي‪ .‬کيم وويل چې لږه شيبه کی به دوي‬
‫ډوډۍ خوري‪ ،‬خو دوي دومره ښه نه دي چې مونږ ترې ډوډۍ وغواړو نو‬
‫الړ به شو‪.‬‬
‫دوي چې د پوځي کيمپ د نندارې نه وروسته بيرته پړاوته راغلل نو د‬
‫ميرمنې مالزمانو ډودۍ ورته کيښوده ‪ .‬ھغوي وليدل چې المه او د ده مريد‬
‫دواړه خاموشه و خو پوښتنه يې ونکړه چې بی ادبي وه‪ .‬له ډوډۍ خوړو‬
‫وروسته دوي يو واری بيا د انگريز پوځي کيمپ ته روان شول‪ .‬کيم د آم‬
‫ونو سره يوځاې په نښه کړی و او المه ته يې وويل چې ھلته د ده انتظاردی‬
‫وکړي ترڅو ده ورته غږ نه وي کړې‪ .‬المه په دی امر يو څه احتجاج‬
‫وکړو خو کيم ورته وويل چې دا د ھغه خپل لټون و‪ ...‬د سره غويي لټون‪.‬‬
‫المه په يوې کندې کی کښيناستو چې د امونو د باغ نه لږ ليری و او کيم‬
‫ترٻنه په تياره کی ورک شو‪.‬‬
‫ھغه پوځيان چې د افسرانو خيمې ته په پھره )څوکۍ( والړ و‪ ،‬کيم د ھغوي‬
‫له پښو لکه د مار تير شو او د لنگر د خيمې څنگ ته کښيناستو‪ .‬ھغه د سور‬

‫‪55‬‬
‫غويي په اړه نور معلومات غوښتل‪ ،‬د خپل پالر خبره ورته په زړه شوه‬
‫چې نھه سوه شيطانان به ستا ژغورنی ته راشي‪ .‬ھغه په دی معامله کی د‬
‫مسيحي مال سره ھم مشوره کول غوښتل‪ .‬خو په دی ويرٻدو چې ھسی نه د‬
‫الھور د پادريانو په شان ھغه ورته د زدکړی او د تعليم په اړه نصيحتونه‬
‫پيل کړي‪.‬‬
‫کيم د افسرانو د ډوډۍ د خيمې يو سوري نه وليدل چې گوراگان د لوی ميز‬
‫چاپيره ناست و‪ .‬د ميز په سر د ھر څه په منځ کی يو طالي غويې والړ و‪.‬‬
‫کيم پخپل دې اندازه خوشاله و چې انگريزان د غواي منونکي و او اوس له‬
‫ډوډۍ وړاندی يې د دی غواي عبادت کوو‪ .‬ھغه وليدل چې ټول افسران‬
‫ودريدل اوغواي ته د يوې دعا نه وروسته د شرابو جامونه يې وکړنگول‪.‬‬
‫پادری "آرتھر بينيټ" نوميدو چې د دعا نه وروسته ايسارنشو او له خيمې‬
‫را ووتلو‪ .‬خو په تياره کی د ده پښه د کيم د اوږی سره وجنگيده او‬
‫راپريوتو‪ .‬کيم ورته يوه لته ورکړه او نږدې وه چې ترې تښتيدلی وې‪ ،‬خو‬
‫ھغه کيم د څټ نه ونيولو اوپه زوره يې خپلې خيمې ته راوستلو‪ .‬کيم ورله‬
‫لتې ورکولې خو ځان يې نشو خالصولی‪ .‬د خيمې په اللټين کی پادري د‬
‫کيم مخ وليدو او په حيرانتيا يې ويل‪ " ،‬دا خو ماشوم دی‪ ".‬ھغه تری په‬
‫ھندوستاني ژبی پوښتنې پيل کړی‪ "،‬ته څوک يې؟ غال لپاره راغلې وې؟‬
‫"کيم ساه صورت په ځاې کړو نو يوه کيسه يې ورته تيره کړه‪ .‬په دی ټول‬
‫وخت کی پادري ھغه د خپل ترخ الندې د څټ نه کلک نيولې و خوھغه‬
‫ستړی شو او لږ يې الس سست شو نو کيم موقع پيدا کړه‪ .‬يو ټوپ يې‬
‫ووھلو او له خيمې نه د وتلو لپاره يې منډه کړه‪.‬‬
‫د پادري يو الس اوږد شو او د ده د نيولو په ھڅه کی د ده له غاړې تعويذ‬
‫يې ترې وشکولو‪ .‬کيم بيرته تاو شو او په بی خبرۍ کی يې په انگريزي‬
‫ژبې وويل‪" ،‬راکړه‪ ،‬ما ته بيرته راکړه‪ ،‬په دی کی کاغذ دی‪ ،‬ھغه‬
‫راکړه‪".‬پادري حيرانه شو‪" ،‬ته انگريزي ولې واې؟ واړه ھلکان چې غال‬
‫کوي‪ ،‬وھل خوري‪ .‬ته خبر يې؟ " کيم لکه د زپل شوي څاروي په ټوپونو‬
‫و‪ ،‬چې د پادري له السه خپل تعويذ واخلي‪" ،‬ما غال نه ده کړی‪ ،‬دا زما خپل‬
‫تعويذ دې‪ ،‬دا رانه مه اخله‪ ".‬خو پادري د خيمې پردی ته والړو او بھر يې‬
‫يو چا سره خبری پيل کړی‪ .‬دا کس پادري "وکټور" نوميدو او ھغه ته يې‬

‫‪56‬‬
‫په لنډو دا کيسه تيره کړه چې ھلک په انگريزي ژبه خبری کوي او يو‬
‫تعويذ ورسره دی‪.‬‬
‫وکټور د مسيحيت د کيتھولک مسلک منونکې و او د راتلو سره يې د تعويذ‬
‫په پرانستو پيل وکړ‪ .‬کيم وويل‪" ،‬تاسو ما ته وھل راکړي دي‪ ،‬اوس راته‬
‫خپل تعويذ راکړئ چې ځم" وکټور پادري د کيم د پالر د الس ليکلې ھغه‬
‫کاغذ پرانستو‪ .‬دا د کيم د زيږيدو سند و او د دی په اخره کی د ھغه پالر‬
‫څووارې پخپل خط ليکلي و‪ ،‬د دی ھلک خيال وساتئ ‪ ،‬مھرباني وکړئ‪ ،‬د‬
‫ھلک ساتنه وکړئ‪ .‬پادري ھک پک پاتې و او د بل نه يې وپوښتل‪ " ،‬ته‬
‫پوھيږې چې دا څه دي؟ دا د کيمبل او ھارا د الس ليکنه ده‪ ،‬ما پخپله د ده‬
‫واده کړی و" بيا يې کيم ته وويل‪" ،‬دا له کله نه تا سره دې؟" کيم وويل‪،‬‬
‫"کله چې زه ډٻر وړوکي ووم‪ ".‬ھغه ورته نږدې شو او د ده د کميس‬
‫گريوان يې خالص کړو‪ .‬بل پادري ته يې وويل‪ ،‬ته وگوره دا ھلک تور نه‬
‫دی‪ .‬ھغه ته يې وويل‪ ،‬ستا نوم څه دی؟‬
‫کيم‪ .‬کيم‪ ،‬کيمبل ‪ ،‬دوي به راته کيم رشتيکا ويل‪.‬‬
‫پادري‪ .‬رشتيکا څه وي؟‬
‫کيم‪ .‬آييريش تيکا‪ .‬دا زما د پالر د کنډک نوم و‪.‬‬
‫پادري‪ .‬ښه ښه ‪ .‬آيريش‪ .‬ياني د اير لينډ!‬
‫کيم‪ .‬دا راته پالر ويلي و‪.‬ھغه اوس مړ دی‪.‬‬
‫بل پادري وويل‪ ،‬ښاي ما د ھلک سره زياتې کړې دې‪ .‬ځکه دی ريښتيا‬
‫واي‪ .‬ھغه بل ورته وويل‪" ،‬ده ته يو څه شيدې ورکړه او د ويده کيدو لپاره‬
‫کټ‪" .‬کيم ته يې ويل‪" ،‬مه ويريږه‪ .‬ته به اوس دلته اوسيږې‪" .‬‬
‫ھغه ورله تسلي ورکړه چې ھيڅوک به ورته څه نه واي‪ .‬بيا يې له کيم د‬
‫ھغه د موراو پالر او د الھور د ژوند حال واوريدو‪ .‬کيم د المه سره د ليدو‬
‫او د ھغه د مريد کيدو کيسه ھم وکړه او دا چې ھغه ورته بھر په انتظار و‪.‬‬

‫‪57‬‬
‫المه د ھيڅ نه خبر نه و او د آم د ونو سره په يوی تيارې کندی کی ورته‬
‫ناست و‪.‬‬
‫وکټورد کيم سره بھر دونو لوري ته والړو‪ .‬کيم ورته په ھندوستاني ژبه کی‬
‫وويل‪" ،‬زما لټون اوس پاې ته رسيدونکی دی‪ .‬ما سورغويې وموندلو‬
‫خواوس نه پوھيږم چې نور به څه راپيښيږي‪ .‬دا ټول خره دي‪ ".‬المه ورته‬
‫وويل‪" ،‬دا ښه خبره نه ده چې ته د دوي په ناپوھۍ ملنډې وھې‪ .‬که ته‬
‫خوشاله يې نو زه ھم خوښ يم‪ " .‬دوي بيرته خيمې ته ورغلل او المه‬
‫دواړو پادريانو ته خپل سالم وکړو‪ .‬دوي د يو بخارۍ چاپيره کښيناستل‪ .‬د‬
‫خبرو پروخت وکټور په انگريزي کې بينيټ ته وويل‪" ،‬مونږ يو سپين‬
‫پوستې ھلک د بوداي راھب سره نشو پريښودې‪ ،‬ښه به دا وي چې دی‬
‫زمونږ د مسلک په يتيم خانه کی داخل شي‪ ".‬بينيټ ورته وويل‪ ،‬بوداي مال‬
‫ھم خبرول پکار دي‪ ،‬دی بد سړی نه ښکاري‪".‬‬
‫کيم د پادريانو او د المه خبری يو بل ته ژباړلی خو ځينې خبری يې د ځان‬
‫نه پکی ورزياتولې‪ .‬لکه‪ ،‬المه ته يې ويل‪ ،‬ھغه چې اوښ په څير مخ لري‬
‫واي ‪ ،‬زه د پيرنگي زوې يم‪ .‬يا ‪...‬دا غټ خيټې کم عقل واي چې زه دی‬
‫يتيم خانې کی داخل شم چې سبق ووايم‪ .‬المه خواشينې وچې دی به د مريد‬
‫نه بغيرخپل لټون څنگه کوي‪ .‬کيم پادريانو ته د المه د سيند د لټون خبره‬
‫وکړه نو ھغوي وويل چې دا خو کفر دی‪ .‬ډٻر زر دوي دواړه د خپلو خپلو‬
‫مسلکونو په تبليغ شول او ناندرۍ يې پيل کړې‪ .‬يو پادري ويل چې کيم به‬
‫کٻتولک فرقې ښوونځي کی داخليږي او بل ويل چې نه دې به د انگلستان د‬
‫پروټسټنټ کليسا په سيوري کی زدکړی وکړي‪.‬‬
‫کيم او المه د دوي په ډٻرو خبرو نه پوھيدل خو اخر د کيم په دماغو کی يو‬
‫حل راغلو‪ .‬المه ته يې وويل‪ .‬دوي دواړه غواړي چې زه دی په يوه‬
‫مدرسه کی زدکړی وکړم ‪ .‬نو د اوس وخت لپاره زه به دا ورسره وومنم‪.‬‬
‫يو څو ورځې به تا نه بيله ډوډۍ وخورم‪ ،‬خو ھر وختې چې مې موقع پيدا‬
‫کړه‪ ،‬وو به تښتم او بيا به تا ته درشم‪ .‬ته په سھارن پورکی اوسه‪ ،‬د ھغې‬
‫ميرمنې په کلي کی‪ ،‬زه به دی پيدا کړم‪ .‬المه خپلو تسبو په اړولو بوخت‬
‫شو او مخ يې په خولۍ کی پټ کړو‪ .‬دواړه پادريان په خبرو ستړي شول‬
‫او په دی يې يو بل سره وومنل چې کيم به په غرونو کی د پوځ ھغه يتيم‬

‫‪58‬‬
‫خانې ته ورواستول شي چې بې سرپرسته انگريز ماشومانو لپاره جوړ‬
‫شوې و‪.‬‬
‫المه اوس له خپلی مراقبی راوتلې او له دوي يې پوښتنې کولې چې کيم ته‬
‫به څه ډول درس ورکړی کيږي او دا چې د ده د درس پيسې به څوک‬
‫ورکوي‪ .‬ھغوي ورته وويل‪ ،‬چې د بريطانيې پوځ د يتيمانو لپاره پيسې بيلې‬
‫کړي دي او په ښوونځي کې درسونه او په ليليه کی ژوند مفت و‪ .‬المه تری‬
‫وپوښتل چې تر ټولو ښه درسونه په کوم ځاې کی ورکول کيږي‪ .‬دوي‬
‫وويل‪ ،‬که څوک په پيسو سبق ويل غواړي نو په لکھنئو کی نامتو او لوې‬
‫شخصي ښوونځې‪" ،‬سينټ سيويٻر" نوميږي‪ .‬ھلته تر ټولو شته من او‬
‫ھوښيار ماشومان سبق ويلي شي‪ .‬المه پوښتنه وکړه چې په دی شخصي‬
‫ښوونځي کی د يو زده کوونکي لگښت به څومره وي‪ .‬پادري وويل‪ ،‬دوه‬
‫درې سوه روپۍ د کال‪.‬‬
‫المه وکټور ته وويل‪ ،‬دا لگښت او د ښوونځي نوم راته په يو کاغذ وليکه او‬
‫ښکته خپل نوم ھم وليکه‪ .‬بيا يې وويل چې دی به په يو څو ورځو کی‬
‫ورته ليک راوليږي‪ .‬المه دا ھم وويل چې دی ښه سړې دې او راپاڅيدو‪.‬‬
‫بيا د خپل لټون خبره يې وکړه او ټولو ته د سر ټيتولو نه ورسته له خيمې‬
‫ووتلو‪ .‬وکټور ورپسې مندې کړې چې ھسې نه ساتندويان يې ونيسي خو‬
‫بھر ھيڅ غږ نه و او المه په تياره کی ورک و‪ .‬کيم د پادري په خيمه کی‬
‫په کټ سمالستو او ھوسا ښکاريدو‪ .‬المه ورسره ژمنه کړی وه چې دی به‬
‫د کوھلو د ميرمنې سره پاتې کٻږي‪ .‬دواړو پادريانو تر ناوخته د ده په اړه‬
‫خبری کولې خو کيم ويده و‪.‬‬
‫په بله ورځ کيم د پيرنگي د پوځ په يوغونډ کی چې د امبالې په الره يې‬
‫کيمپ لگولی و‪ ،‬د مسيحي پادري په خيمه کی ناست و او سوچونه يې کول‬
‫چې له دوي څنگه ځان خالص کړي‪ .‬دی د شپې په ارام ويده شو خوسھار‬
‫يو ډگروال له کيم پوښتنې وکړې او کيم ورله ھر څه ريښتيا وويل ځکه د ده‬
‫پالر د ډگروال په اړه ورته ويلي و‪ .‬له دی وروسته کيم يو سرپرک مشر‬
‫ته وسپارل شو او ھغه ته په سخته ويل شوی و چې په کيم دې نظر ووساتي‬
‫چې تری ونه تښتي‪ .‬دا کنډک امبالې ته او بيا له ھغه ځايه "سناور" ته‬
‫وراستول کيدو‪ .‬کيم د سرپرک مشر نه پوښتنه وکړه چې دوي ولې سناور‬

‫‪59‬‬
‫ته ځي‪ ،‬دوي خو جنگ ته روان و‪ .‬په دی خبره ټولو وخندل او ھغه ورته‬
‫وويل‪ ،‬د دوي غونډ د جنگ لپاره نه و روان‪ .‬کيم سوچ وکړو چې که دوي‬
‫جنگ ته نه دی روان نو بيا خبر ھم نه دي چې ده په امباله کی څه اوريدلي‬
‫و‪ .‬ھغه ټولو ته وويل‪ " ،‬تاسو خبرنه يئ‪ ،‬کله چې امبالې ته ورسيدئ نو‬
‫تاسو به جنگ ته وراستول کيږئ‪ ".‬پادري چې دا واوريدل نو ورته يې‬
‫وويل‪" ،‬وړاند ويٻنې مه کوه‪ ،‬د راتلونکي په اړه ھڅوک خبر نه وي او‬
‫دروغ ويل گناه ده‪ ".‬ھغه سرپرک مشر ته امر وکړو چې کيم دی بوځي او‬
‫انگريزي جامې دې ورته وگنډل شي‪.‬‬

‫خپل او پردي‬
‫يو ساعت وروسته د کيمپ په بل سرکی‪ ،‬کيم پاک ووينځل شو او اوس د‬
‫ھلکانو لپاره ځانگړی پوځي دريشي )کوټ پتلون( يې په غاړه وه‪ .‬ھغه په‬
‫دی جامو کی سخت ناارامه و‪ ،‬داسی لکه چي کميس ورباندې چکونه لگول‪.‬‬
‫دی د يو وحشي په څير اخوا ديخوا تاويدو راتاويدو‪ .‬سرپرک مشر ورته‬
‫حيرانه و‪ .‬څو شيبې وړاندې يو ھندو ھلک اوس ورک و او د ھغه پرځاې‬
‫لږ نسواري شوې انگريز ھلک ناست و چې د جنگ په اړه يې وړاند ويٻنه‬
‫کوله‪ .‬ھغه غوښتل چې دې د کيږدۍ په منځ کې د لوې ډنډې سره وتړي‬
‫چې وونه تښتي‪ .‬خو بيا يې تری وپوښتل‪" .‬تا څه ويل څومره کسان به‬
‫جنگ کوي؟ اته زره؟ او توپې به ھم ورسره وي!" کيم په ارام وويل‪" .‬ته به‬
‫ډٻر زر وگورې‪ ".‬سرپرک مشر ورته يوه ښکنځله وکړه او وې ويل‪ ،‬ته‬
‫دلته د ډرمونو څنگ ته په ارام کښينه او دا دوه ھلکان به ستا څارنه کوي‪.‬‬
‫په بل سھار وختي د کيمپ کيږدۍ راونغښتل شوې او ټول د امبالې په الره‬
‫روان شول‪ .‬دوی په الره د ھغه پړاو نه تيرنشول چې کيم تری راغلي و‪.‬‬
‫دی اوس د سامان د گاډو څنگ ته روان و او دواړو خواو ته يې دواړه‬
‫پادريان و چې دی يې د نظر الندی ساتلی و‪ .‬ماسپښين چې دوي دمې ته‬
‫ايسار شول نو په اوښ سپور يو ډاکي )نامه بر( له امبالې خبر راوړو چې‬
‫دوي به سرحد ته ورځي‪.‬‬

‫‪60‬‬
‫کيم شور او لوړ غږونه واوريدل او لږه شيبه وروستو ټولو ته دا خبر‬
‫ورسيدو‪ .‬پادري کيم ته وويل‪ "،‬د شيطان لکۍ‪ ،‬ته د دې نه څنگه خبر وې؟"‬
‫دې يې له ځان سره په يوې کچرې سپور کړو او ورته د تازه خبر په اړه‬
‫وويل چې امر شوی دې مونږ د امبالې نه نيغ محاز ته ورشو‪ .‬د کيم لپاره د‬
‫"محاز" تورې نوې و‪ .‬له پادري يې وپوښتل چې محاز څه وي؟‬
‫پادري‪ ..‬محاز مانا‪ ،‬جنگ ته ‪...‬ستا جنگ ته‪.‬‬
‫کيم‪ .‬ما خو تاسو ته بيگا شپه ويلي و چې تاسو جنگ ته روان يئ‪.‬‬
‫پادري‪ .‬تا ويلي وخو ته څنگه خبر شوې؟‬
‫کيم موسکی شو‪ ،‬سترگی يې پټې کړې او لکه د درويشانو په شونډوکی يې‬
‫مرموز خبری پيل کړی‪ ،‬داسی لکه دعا چې يې کوله‪ .‬ټولو ورته حيرانه‬
‫کتل‪.‬‬
‫پادري‪ .‬په ھند کی ستا په شان نور خلک ھم شته؟‬
‫کيم‪ .‬ما تاسو ته ھر څه وويل خواوس راته اجازه راکړئ چې زه ھغه سپين‬
‫ږيري ته ورشم‪ .‬که زه ورسره نه ووم‪ ،‬دی به مړ شي‪.‬‬
‫پادري‪ .‬ما چې څه وليدل نو دومره پوھيږم چې ھغه د خپل ځان خيال‬
‫ساتلی شي‪ ،‬ھم ھغسې چې ته يې ساتی‪ .‬اوس به دا جنگ له تا سړې‬
‫جوړکړي‪ .‬زه تا د سامان گاډو ته اوړم او نن ماښام به له ما سره بيا‬
‫ووينې‪.‬‬
‫پاتې ټوله ورځ د کيمپ خلکو ده ته په درناوي کتل ځکه تر اوسه ھر څوک‬
‫د ده د کيسې او ورسره د ده د وړاندويٻنې نه خبر شوي و‪ .‬په گاډو کی‬
‫انگريز ميرمنو يو بل ته د ھغه خبری کولې او يوې چاغې ميرمنې تری‬
‫وپوښتل‪" ،‬ما ته ووايه چې ميړه به مې له جنگ بيرته راشي او که نه؟" کيم‬
‫څو شيبې سترگې پټې کړې او بيا يې وويل‪" ،‬ھو دی به بيرته راشي‪".‬‬
‫ميرمنه خوشاله شوه او ده له يې ښه ډوډۍ ورکړه‪ .‬کيم ته دا لوٻه قافله چي‬
‫کله کله به يې خپل بينډ ھم غږوو د الھور د يوې ميلې په شان ښکاره شوه‪.‬‬

‫‪61‬‬
‫ماښام د امبالې د ريل گاډي د سټيشن سره محلي سازندو ورته خپلی سندری‬
‫ويلې او د خواړو شيان يې پرې خرڅول‪ .‬داسی نه ايسيده چې دا غونډ به‬
‫جنگ ته روان وي‪ .‬د ھغه لپاره د صاحب په توگه ژوند کولو کی يو څه نا‬
‫څه خوند و‪ ،‬ولې ډٻر حساب يې پرې نه کوو‪.‬‬
‫په بله ورځ دی د امبالې بارک ته يې ور واستوو او ھلته د بينډ غږوونکو‬
‫ھلکانو د ده څارنه او ساتنه کوله‪ .‬دوي ھغه ځاې پخپله پاک کړو او کيم نه‬
‫يې ښه کار واخستو‪ .‬کله چې دی ستړی ستومانه پخپل کټ پريوتو نو يو‬
‫سړې راغې او ورته يې وويل چې دی معلم و او درسونو ته دی راشي‪ .‬کيم‬
‫په الھور کی د ډوډۍ په بدل کی يوې الماني انځورگرې نه د انگريزي يو‬
‫څو توري زده کړی و خو اوس يې زړه نه و چې څه زده کړی‪ .‬ھغه سړي‬
‫ته يې وويل‪" ،‬ورشه زه نه درځم‪ ،‬زه ستړی يم‪ ".‬معلم دی له گريوانه‬
‫ونيولو او له کټ يې نيغ ودروو‪ .‬بيا يې په راښکلو راښکلود بارک په بل‬
‫سر کی يوی کوټې ته بوتلو چې لس دولس ھلکان پکی سبق ته ناست و‪.‬‬
‫معلم ورته په يوې کرسۍ د کښيناستو وويل او امر يې وکړوچې ښوريږي‬
‫به نه‪.‬‬
‫کيم په دی کارکی ډٻر ښه و‪ .‬معلم په تورې دړی )بورډ( د سپين تباشير )‬
‫چاک( سره څه ليکل او دوي يې پوھيول‪ .‬خو کيم ويده و‪ .‬د ھغه لپاره‬
‫زدکړه يوه سزا وه چې تر اوسه يې تری ځان ساتلی و‪ .‬ناڅاپه د ده په زھن‬
‫کی يو پالن سر پورته کړو‪ .‬معلم ھلکانو ته د تلو وويل نو له ھر چا‬
‫وړاندی کيم له ھغه کوټې راووتلو‪ .‬يو چا ورپسي ناره کړه نو کيم مخ‬
‫واړوو‪ .‬دا ھغه څوارلس کلن چاغ ھلک و چې مخ يې خال دار او لوې ډول‬
‫يې غږوو‪.‬‬
‫ھلک‪ .‬ودريږه‪ .‬زه ستا ساتونکې يم‪ .‬ما ته امر شوی دی چې ته به زما له‬
‫سترگو پناه کيږې نه‪ .‬ته چرته روان يې؟‬
‫کيم‪ .‬بازار ته ځم چې خواږه واخلم‪.‬‬
‫ھلک‪ .‬ته بازار ته نشې تلې‪ .‬که مونږ ھلته والړو نو وھل به خورو‪ ،‬بيرته‬
‫راوگرځه‪.‬‬

‫‪62‬‬
‫کيم‪ .‬مونږ څومره ليری پورې تلې شو؟‬
‫ھلک‪ .‬د ليرې او نږدې نه دی څه مطلب دی؟ مونږ ھغه ونې پوری تلې‬
‫شو‪.‬‬
‫کيم‪ .‬نو زه بيا ھغې ونې پوری ځم‪.‬‬
‫ھلک‪ .‬سمه ده‪ ،‬زه نه ځم زما گرمي کيږي‪ .‬خو زه له دی ځاې نه تا ته‬
‫گورم‪ .‬د تښتيدو ھڅه ونکړې‪ ،‬که داسی دی وکړل‪ ،‬سمدالسه به دی‬
‫ونيسي‪ ،‬دا لباس چې تا اغوستی دی زمونږ د غونډ يونيفارم دی‪ .‬په امباله‬
‫ښار کی د ھر چا الس ته چې ورغلې نو وو به دې نيسي او ھم دلته به دی‬
‫بيا راولي‪.‬‬
‫کيم په دی معلوماتو دومره نه و حيرانه څومره چې په دی خبره چې داغونډ‬
‫به ورپسی لټون وکړي‪ .‬دی د ھغې ونې سره جوخت ودريدو او بھر بازار‬
‫ته تلونکی تش سړک ته يې وکتل‪ .‬ده ھغو خلکو ته کتل چې په دی الره‬
‫روان و‪ ،‬په دوي کی زيات د کنډک بيراگان او نور د ټيټې طبقې ھندو‬
‫مالزمان و‪ .‬ھغه يو خاکروب ته ھرکلې وويلو نو ھغه ورته پخپله ژبه کی‬
‫يوه ښکنځله وکړه‪ ،‬په دی اند چې اروپاي ھلک به پری پوھه نشي‪ .‬کيم‬
‫ورته په ھندی کی وويل‪" ،‬ورشه بازار ته او يو منشي له ځانه سره راوله‪،‬‬
‫مونږ يو ليک وراستول غواړو‪ ".‬خاکروب په حيرانۍ وويل‪ " ،‬ته څنگه‬
‫گورا صاحب يې چې د ليک لپاره د بازار نه منشي راغواړی‪ ".‬کيم ورته‬
‫څو نرمی ښکنځلې وکړی او بيا يې په سخته لھجه وويل‪ "،‬منډه کړه زما‬
‫تادي ده‪".‬‬
‫خاکروب له ويرې منډه کړه او په بازار کی لومړې منشي چې د ده سترگې‬
‫پرې ولگيدې نو ورته يې د راتلو وويل‪ .‬دا يې زياته کړه چې گورا ھلک په‬
‫ھندی ژبه کی خبری کولی شي‪ .‬منشي د کاتبانو وړوکې ميز‪ ،‬قلم او کاغذ‬
‫راواخستل او پوښتنه يې وکړه‪" ،‬پيسې به راکوي؟" خاکروب ورته وويل‪،‬‬
‫"زه نه يم خبر‪ ،‬خو ھغه د نورو گورا ھلکانو په شان نه دی‪ .‬پخپله به يې‬
‫وگوری‪ ".‬کيم د منشي په انتظار کی ھم ھلته د ونې سره تاويدو راتاويدو‬
‫اود ھغه په ليدو يې ورته په زوره څو ښکنځلې وکړی‪ .‬منشي له ليری‬

‫‪63‬‬
‫ورته وويل‪ " ،‬زه خپل حق الزحمه پيشکي اخلم او ستا د بدو ردو له کبله‬
‫اوس مې معاوضه زياته شوی ده‪ .‬خو ته څوک يې چې په دی جامه کی او‬
‫په دی ژبه خبری کوی؟" کيم ورته وويل " دا خبری به په ليک کی وليکې‪،‬‬
‫خو امباله ښار د منشيانونه ډک دی‪ ،‬زه به بل څوک راوغواړم ‪ ،‬زما ھيڅ‬
‫تادي نشته‪ ".‬منشي پر زمکه کښيناستو او وې ويل‪" ،‬څلورآنی به راکوې‪".‬‬
‫ھغه يو څادر په زمکه وغوړوو او کيم ھم ورسره کښيناستو‪ .‬بيا يې وويل‪،‬‬
‫"د پيسو خبره راته سمه وکړه‪ ،‬چل ول به نه کوې‪ ".‬منشي وويل‪ " ،‬ښه ده‬
‫يوه نيمه آنه راکړه‪ ،‬خو زه څه خبر يم چې د ليک نه وروسته ته به رانه نه‬
‫تښتې‪ ".‬کيم وويل‪ ،‬زه له دی ونې اخوا نشم تلې او د پوستې)ډاک( د ټکت‬
‫اړتيا ھم په نظر کی وساته‪ ".‬منشي وويل‪ ،‬ما ته د پوستې د ټکټ کميشن‬
‫څوک نه راکوي‪ ".‬کيم وويل‪ " .‬دا به په ليک کی وليکې چې محبوب علي‬
‫ته به ورليږې‪ .‬دی د اسونو تجار او د الھور په کشمير سراې کی ايسار‬
‫دی‪ .‬ھغه زما ملگری دی‪ ".‬منشي وويل‪" ،‬عجيبه ده عجيبه‪ ".‬بيا يې د‬
‫نيچې )لرگي( قلم د روشناي په مشوانۍ کی ډوب کړواو وي پوښتل‪ " ،‬په‬
‫ھندي کی وليکم؟" کيم وويل‪" ،‬ضرور" د ليک متن داسی و‪،‬‬
‫" زه د سپين ږيري سره تر امبالې په اورگاډي کی راغلم‪ .‬امباله کی مې د‬
‫خړی اسپی د نسل خبره ورسوله‪ .‬مونږ بيا په پښو بنارس ته روان شو‪ .‬خو‬
‫په دريمه ورځ مو يو پوځي غونډ وليدو‪ .‬زه د دوي کيمپ ته والړم نو وې‬
‫نيولم‪ .‬زما تعويذ يې ھم کتلی دی او لکه چې زما په قسمت کی د سره‬
‫غويي ليدل و‪ .‬نو ھغه مې وليدو‪ .‬اوس پادريانو راته نوي جامې او نوې‬
‫نوم راکړی دی خو دوي ناپوھه دي‪ .‬دا جامې راته درنې ښکاري‪ .‬دوي‬
‫مې ښوونځي ته ليږي او وھل راکوي‪ .‬زما د دی ځاې اوبه او ھوا نه‬
‫خوښيږي‪ .‬راشه او زما مرسته وکړه او يا څه پيسې راواستوه چې دې‬
‫منشي ته يې ورکړم ځکه ما سره ده ته د ورکولو لپاره ھيڅ نشته‪".‬‬
‫منشي وروستۍ جملې په ليکلو ورته بد رد وويل چې پيسې نه لري او ده‬
‫سره يې چل کړی و‪ .‬کيم ورته وويل‪ ،‬که دا ليک محبوب علي ته دی‬
‫ورسوو نو ھغه به درله ډٻرې پيسې درکړي‪ .‬منشي وبونگيدو خو د خپل‬
‫ميز د يوی خانې نه يې د پوستې ټکټ راوويستو‪ ،‬ليک يې پکې بند کړو او‬
‫دا يې ورباندې سليخ کړو‪ .‬کله چې ليک يې کيم ته وسپارلو نو کاتب په‬

‫‪64‬‬
‫روانيدو کی وويل‪ "،‬ليک دې ورسيدو نوډاکي به د ټاکل شويو پيسو نه‬
‫غبرگې ترينه اخلي‪.‬‬
‫چاغ ھلک د کيم شا ته والړ و او وې ويل‪ "،‬تا ھغه تورسړي ته څه وويل؟‬
‫ما د برنډې نه درته کتل‪ .‬ته د دوي ژبه واې؟" کيم وويل‪ ،‬نه نه زه معمولي‬
‫ھندي ويلې شم‪ ".‬دغرمی د ډوډۍ وخت شوی و‪ .‬کيم ترې پوښتنه وکړه‪"،‬‬
‫ته انگلستان ته تللې يې؟" ھلک وويل‪ " .‬زه خو څو مياشتې د مخه ھلته نه د‬
‫خپلی مور سره راغلې يم‪ .‬ته لکه چې د دې ځاې په الرو کوڅو کی لوې‬
‫شوې يې‪ ،‬سم دم فقيرښکارې‪ ".‬کيم وويل‪ " .‬ما ته د انگلستان کيسه وکړه‪،‬‬
‫زما پالر د ھغه ځاې و‪ ".‬ھلک ورته داسی خبری وکړې چې د کيم پرې‬
‫باور نه کيدو‪ .‬بيا دوي د لوی ميز پر سر ډوډۍ ته کښيناستل‪ ،‬خو کيم‬
‫ناھيلې شو ځکه داسی بی خونده خواړه ده په ژوند کی چری نه و خوړلي‪.‬‬
‫که ھغه محبوب علي ته ليک نه وې وراستولې نو اوس به ډٻر خفه وې‪.‬‬
‫ھغه دلته ځان يواځې احساسوو‪.‬‬
‫له ډوډۍ وروسته يو لوړ دنگ پوځي دی پادري وکټور ته بوتلو‪ .‬ھغه د يو‬
‫ليک په ولوستلو بوخت و او د ده په ليدو يې تری حال احوال وپوښتلو‪.‬‬
‫ورته يې وويل چې د المه له خوا يو ليک يې تر السه کړې دې‪ .‬کيم‬
‫خوشاله شو خوپادري وويل‪ ،‬ته د ده د پيسو د معاملې نه خبر يې؟ کيم په‬
‫انکار کی سر وخوځوو‪ .‬ھغه ورته د ليک متن ولوستلو چې په ماته گوډه‬
‫انگريزي ژبه کی د ده لپاره يو کاتب ليکلی و ځکه المه په انگريزي نه‬
‫پوھيدو‪ .‬ليک داسې و‪.‬‬
‫" تعليم او زدکړه د خدای رحمت دی خو ھله چې دا ښه زدکړه وي‪ .‬که نه‬
‫دا ھيڅ دنياوي گټه نه لري‪ .‬که تاسو په شان مھربانه کس دې ھلک ته په‬
‫سينټ سٻويٻر کی د زدکړو موقع برابره کړه‪ ،‬چې ژمنه يې تاسو پخپل ليک‬
‫کی راته راکړی وه نو په دی به د ھلک دری څلور نسلونو ته گټه‬
‫ورسيږي‪ .‬دا خاکسار دومره پيسې لري چې د کال دری سوه روپۍ په‬
‫لکھنو کی ھغه ښوونځي ته ورواستوي‪ .‬خو د خداې لپاره د دی ھلک د‬
‫سبق غم وخورئ‪".‬‬

‫‪65‬‬
‫د ليک په پاې کی المه د بنارس د يو بوداي خانقاه پته ليکلې وه‪ .‬پادري‬
‫کيم ته وويل‪ " ،‬زما باورنه کيږي‪ ،‬مونږ خو پالن جوړ کړی و چې نن به‬
‫تا د سناور پوځي يتيم خانې ته ورواستوو‪ .‬سينټ سيويٻر د تعليم لپاره لوې‬
‫نوم لري او ھلته مذھبي زدکړی ھم کولې شې‪ .‬خو د سپين ږيري سره به‬
‫دومره پيسې له کومه شوي وي؟ ھغه يوملنگ دې‪ .‬يو واری ته په‬
‫ښوونځي کی داخل شوې او بيا په مياشتينو پيسو کی ناغه وشوه نو زه به‬
‫دی سمدالسه پوځي يتيم خانې ته وراستوم‪ .‬المه ډٻره لويه ژمنه کړې ده‬
‫خو خير زه په ھره مياشت کی د پيسو د را رسيدو لپاره ده ته د دريو ورځو‬
‫مھلت ورکولی شم‪ ".‬کيم چرت وھلو چې محبوب علي به ورته يوه روپۍ‬
‫راواستوي او که نه؟ په دی به ھغه کاتب ته پيسې ورکړي اوھم بنارس کی‬
‫المه ته ليک ورواستوي‪ .‬پادري ورته وويل‪ "،‬تر څو چې نور خبر‬
‫راځي‪ ،‬ته ورشه د ھلکانو سره لوبې وکړه او له دوي څه زده کړه‪" .‬‬
‫څو ورځې نوری ھم تيرې شوې چې د کيم لپاره سختې وې‪ .‬کله چې ده‬
‫خوب غوښتو نو ورته به امر ووشو چې جامې دی قات کړې او بوټان دی‬
‫پاک کړي‪ .‬سھار د سپيده چاودې نه وړاندی به دوي د بيگل )صرنا( په غږ‬
‫راپاڅيدل‪ .‬سبا نارۍ به يې ال نه وه خوړلې چې معلم به ورپسې شو او د‬
‫بی مفھومو تورو د ليکلو امر به يې وکړو‪ .‬په نه څه خبره به په سوټۍ‬
‫ووھل شو‪ .‬کيم به پالنونه جوړول چې کاشکه د بارک د خاکروب نه ښه‬
‫ډٻر اپيم واخلي او د معلم په ډوډۍ کی يې گډ کړي چې دی مړ شي‪ .‬خو بيا‬
‫به يې فکر وکړو چې دوي ټول يو ځاې ډوډۍ خوري او دا کار به‬
‫خطرناک وي‪.‬‬
‫د ھغه د ميز په سر د قاشوغې او پنجې سره د ډوډۍ خوراک کول ھم نه‬
‫خوښيدل‪ .‬کله به يې غوښتل چې ھغه کلي ته وتښتي چې سپين ږيرې پوځي‬
‫پکی اوسيدو‪ .‬خو د بارک په ھره الره محافظان والړ و‪ .‬ھغه د ھلکانو نه‬
‫د انگريزي ژبی د نويو ښکنځلو نه عالوه څه نه و اوريدلي‪ .‬دی به زيات‬
‫وخت خاموشه و او د نورو ھلکانو د ده دا عادت نه خوښيدو‪ ،‬په تيره بيا د‬
‫ھغه چاغ ھلک چې د ده د وھلو نه به يې خوند اخستو‪ .‬په څلورمه ورځ‬
‫دوي د امبالې د اسونو د ځغاستي ميدان ته والړل خو څو شيبې وروسته‬
‫چاغ ھلک په ژړاژړا بارک ته راغلو چې اوھارا )کيم( د يو ږيره ور‬

‫‪66‬‬
‫سړي له خوا تښتول شوې دې او دا چې د ھغه ږيره سره وه‪ .‬پادري وکټور‬
‫په دی خبر خواشينې شو‪ .‬ھغه نن سھار د بنارس د يو خانقاه له خوا ليک‬
‫او د يو بانک د دريو سوو روپو رسيد تر السه کړی و‪ .‬چرت يې وھلو‬
‫چې د ھلک ورکيدل ښه و او که د ده بيا موندل به ښه وي‪.‬‬
‫د امبالې د اسونو د ځغاستي د ميدان په بل سر کی‪ ،‬درې ميله ور اخوا‬
‫محبوب علي د خپل کابلي اس واگې راښکلې او کيم ته‪ ،‬چې د ده مخې ته‬
‫ناست و‪ ،‬وويل‪ " ،‬دا زما د غيرت او د عزت خبره ده‪ .‬د امبالې خلک ما‬
‫پيژني او په ميدان کی ټولو وليدل چې ما ھغه ھلک ووھلو او ته مې‬
‫راوتښتولې‪ .‬زه څنگه تا له دی بارک نه وباسم؟ دوي به مې بندي کړي‪.‬‬
‫ته صبر وکړه‪ ،‬ته اوس صاحب يې‪ ،‬قسمت به پخپله درته الره وښاي‪ ".‬کيم‬
‫شونډې بوسې نيولې وې او د محبوب علي نه يې پيسې غوښتی چې بنارس‬
‫ته به والړ شي او المه سره به وويني‪ .‬ھغه په ځيل وويل‪ " ،‬زه صاحب‬
‫جوړيدل نه غواړم او ياد دی نه دي‪ ،‬ما ستا پيغام امبالې ته رسولې و‪ ".‬خو‬
‫محبوب علي د اسپې مخ بيرته تاو کړو‪.‬‬
‫کيم دا کار يوه دوکه وگڼله او محبوب علي سره په جنگ شو‪ .‬خو بيا يې‬
‫ورته نوې لومه واچوله‪" .‬دا يو معمولي خبره ده‪ .‬بنارس د امبالې نه په‬
‫نيغه الره دی‪ ،‬ما ستا څومره ليکونه او پيغامونه پيرنگيانو ته اوړي دي‬
‫چې ھيڅ حساب يې نه کيږي‪ .‬او ھغه وروستې پيغام دی پيټر صاحب ته د‬
‫خړی اسپې دنسل په اړه چې ليږلې و‪ ".‬د محبوب علي رنگ واوختو نو کيم‬
‫وويل‪ " ،‬نه نه ما نه پيغام نه و ھير‪ ،‬ھغه خړه اسپه نه وه‪ ،‬سپين اس و‪".‬‬
‫محبوب علي وويل‪ " ،‬تا په ليک کی ھم د خړی اسپې نوم ياد کړی و‪ " .‬کيم‬
‫وويل‪ ،‬زه د بازار کاتبانو ته ټول معلومات په الس نه ورکووم‪ " .‬محبوب‬
‫علي د کيم په سينه الس کيښودو‪ ،‬خو په دی وخت کی يو چا پری چغه کړه‪،‬‬
‫" اې محبوب علي‪ ،‬زوره وره‪ ،‬ودريږه‪ ".‬بيا يو انگريز خپل د پولو د‬
‫لوبی اس د دوي د اس سره يو ځاې وځغلوو‪.‬‬
‫سپور‪ .‬زه له ډٻره وخته درپسې ځغلم‪ .‬فکر کووم چې دا کابلي اس به‬
‫وپلورې‪.‬‬

‫‪67‬‬
‫محبوب‪ .‬په يو څو ورځو کی ځوان اسونه راروان دي چې ستاسو د لوبې‬
‫لپاره به ښه وي‪.‬‬
‫سپور‪ .‬دا څوک له ځانه سره ووړې؟‬
‫محبوب‪ .‬دا ھلک چې راسره دې؟ د ځغاستې د ميدان په سر کې می‬
‫وليدلو چې ھغه بل ھلک ډٻر سخت وھلو‪ .‬د ده پالر پوځي و او په الھور‬
‫کی اوسيدو‪ .‬ھلته چې دی ماشوم و نو کله کله به يې زما د اسونو سره‬
‫لوبې کولې‪ .‬اوس مې چکر ته راوستو‪ .‬ھلکه ! راته ووايه چې په کوم‬
‫بارک کی اوسيږې چې ھلته دې ورښکته کړم؟‬
‫کيم‪ .‬ما ھم دلته ښکته کړه‪ ،‬زه پخپله تلې شم‪.‬‬
‫محبوب‪ .‬او که ته وتښتيدې نو ھر څوک به واي چې دا زما گناه وه‪.‬‬
‫سپور‪ .‬دی به ډوډۍ ته ورشي‪ .‬بل چرته تښتيدې شي؟‬
‫محبوب‪ .‬ھو‪ ،‬خو په دی خاوره زيږيدلی دی او ملگري لري‪ ،‬ھر چيرې چې‬
‫وغواړي تلې شي‪ .‬ډٻر ھوښيار ھلک دې‪ .‬ھر وختې چې يې جامې بدلې‬
‫کړې د سترگو په رپ کی به تری ھندو ھلک جوړ وي‪.‬‬
‫سپور انگريز د کيم جاج اخستو او ھغه محبوب علي ته غاښونه چيچل‪.‬‬
‫داسی احساس ورته کيدو لکه چې محبوب علي ورباندی ملنډې وھي‪ .‬دوي‬
‫بارک ته ورسيدل نو مخامخ ورته پادري والړ و‪ .‬کيم له اس ښکته شو او‬
‫غلې ودريدو‪ .‬ھغه سپور ډگر وال کرايټن و چې کيم د ده غږ په انباله کې د‬
‫شپی اوريدلې و او نن يې په رڼا ورځ وليدو‪ .‬خو ده داسی ھيڅ څرگند نه‬
‫کړل چې گوندی کرايټن پٻژني‪ .‬سپور پادري ته خپل ځان ور وپيژندلو چې‬
‫" زه ډگروال کرايټن يم‪ ".‬پادري وويل‪ " ،‬د ټولن پوھنې د سروې مشر!"‬
‫سړي سر وخوځوو‪ .‬پادري ورته وويل‪ " ،‬ستا په ليدو خوشاله شوم او مننه‬
‫چې دا ھلک دی راته بيرته راوستلو‪ ".‬ډگروال وويل‪ " ،‬زما د مننې اړتيا‬
‫نشته‪ ،‬ھلک چرته نه و تللې‪ ،‬ته محبوب علي پيژنې‪ .‬خود دې ھلک په اړه‬
‫راته ووايه‪ .‬پادري وويل‪ " ،‬زه به درته ھر څه ووايم‪ .‬ھم ته يې چې زما‬
‫دا معمه به راته حل کړې‪".‬‬

‫‪68‬‬
‫په دی وخت کی يو سايس ښکاره شو او ډگروال په زوره وويل‪ " ،‬محبوب‬
‫علي‪ ،‬د دريو نيمو سوو نه يوه روپۍ زياته نشم درکولې‪ ".‬محبوب علي د‬
‫اس مخ تاو کړو او وې ويل‪ " ،‬صاحب ستړې دې نو ځکه په قھر دی‪ .‬تر‬
‫څو دی پادري صيب سره خبری کوي‪ ،‬زه به د ھغه ونې الندی ورته‬
‫انتظار وکړم‪ ".‬پادري او ډگروال په برنډه کی په کرسيو کښيناستل نو کيم‬
‫محبوب علي ته ورغلو او ورته په قھر لگيا شو چې له ده سره يې دوکه‬
‫کړی وه‪ .‬ھغه ده ته تسلي ورکوله او ډگروال چې په اردو ژبه پوھيدو د‬
‫دواړو خبرو ته غوږ نيولې و‪ .‬پادري د کيم د اسنادو لپاره دننه والړو‬
‫نوکرايټن ځان سره وويل‪ " .‬د دی ھلک نه پوځي نشي جوړيدې‪ ".‬پادري‬
‫چې د المه ليک راوړو نو محبوب علي کيم ته وويل‪ "،‬چاغ پادرې ډگروال‬
‫ته څه ورښۍ؟" کيم وويل‪ " ،‬د المه ليک‪ .‬ھغه زما د زدکړو لپاره پسې‬
‫رالٻږلي دي‪ .‬ھغه له تا ډٻر ښه دی‪ ،‬دروغ خو نه واي‪ ،‬ته خو دروغجن‬
‫يې‪ " .‬محبوب علي ورله ډاډ ورکړو چې لږ صبر وکړي نو ھر څه به سم‬
‫شي‪.‬‬
‫پادري او ډگروال تر ډٻره وخته د کيم په اړه غږيدل او اخر دی نتيجې ته‬
‫ورسيدل چې کيم به لکھنو ته ورواستوي چې ھلته په سينټ سيوير ښوونځي‬
‫کی زدکړی وکړي‪ .‬ډگروال وويل چې دی راتلونکې اوونۍ پخپله ھم‬
‫لکھنئو ته روان و نو کولې شي چې ھلک له ځانه سره بوځي‪ .‬دا د ھغه‬
‫لپاره د ټولن پوھنې يوه په زړه پوری بيلگه وه‪ .‬ھغه پادري ته سپارختنه‬
‫وکړه چې د کيم د ھندي ژوند په اړه دی چا ته خبره ونکړي ځکه ده‬
‫غوښتل چې پخپله په دی اړه يو څه ليکنې وکړي‪ .‬اخوا محبوب علي اوس‬
‫کيم ته د اسونو د نسل او د دوی د خسمانې په اړه معلومات ورکول او ده‬
‫ورته غوږ نيولی و‪ .‬محبوب علي وليدل چې د پادري او د ډگروال خبری‬
‫پاې ته رسيدلی وی‪ ،‬نو کيم ته يې يوه روپۍ په الس کيښوده او وي ويل‪ ،‬زه‬
‫بچو ستا ستونزه حل شوه‪ ،‬گورو چې کرايټن څه واي؟‬
‫ډگروال له برنډې کيم ته وويل‪ " ،‬دری ورځې وروسته به ته له ما سره‬
‫لکھنو ته ځې‪ .‬وونه تښتې‪ ".‬کيم په ژړغوني غږ کې وويل‪ " ،‬زه به سپين‬
‫ږيرې ووينم که نه؟" کرايټن وويل‪ " ،‬لکھنئو د بنارس سره نږدې دې او‬

‫‪69‬‬
‫ممکن ھلته د المه سره ووينې‪ ".‬کيم وويل‪ " ،‬زه به انتظار وکړم خو ھلکان‬
‫به مې وھي‪".‬‬
‫ماسپښين محال کيم د بارک د معلم مخې ته والړ و چې سخت په قھر و‪ .‬ده‬
‫ورته وويل چې له درسونو يې خارج کړې دې‪ .‬د کيم لپاره دا يوه بی مانا‬
‫خبره وه‪ .‬ھغه له صنف ووتلو او بازار ته والړو‪ .‬ھم ھغه کاتب يې‬
‫وموندلو او پيسې يې ورله ورکړی‪ .‬بيا يې وويل‪ ،‬اوس زه يو بل ليک‬
‫وراستول غواړم‪ .‬دا ليک په بنارس کی يوسپين ږيري ته مخاطب و‪ .‬متن‬
‫يې داسی و‪.‬‬
‫" د ھغه سپيڅلي لپاره چې د سيند په لټون گرځي او اوس د بنارس په خانقاه‬
‫کی دی‪ .‬په دريو ورځو کی زه به لکھنئو ته روانيږم‪ .‬د ښوونځي نوم‬
‫سيويردی خو نه پوھيږم چې د ښار په کومه برخه کی دی‪ ".‬کاتب وويل‪" .‬‬
‫زه خبر يم‪ ".‬کيم ورته وويل‪ " ،‬نو وې ليکه او زه به درته يوه آنه زياته‬
‫درکړم‪ ".‬کاتب چې د ليکلو نه وروسته سر پورته کړو نو وې ويل " دا‬
‫مونږ ته څوک گوري؟" کيم مخ واړوو نو وې ليدل چې ډگروال کرايټن په‬
‫ساده جامو کی د سړک نه اخوا والړ و‪ .‬ھغه کيم ته اشاره وکړه او چې دی‬
‫والړو نو وې پوښتل‪.‬‬
‫کرايټن‪ .‬دلته دی څه کول؟‬
‫کيم‪) .‬په ويره( ما بنارس کی سپين ږيري ته ليک ورليږلو‪.‬‬
‫کرايټن‪ .‬دا خو دی ورته نه دي ليکلي چې ما سره به ځې؟‬
‫کيم‪ .‬نه‪ .‬داسی می نه دی ورته ليکلي‪ ،‬که باور دی نه کيږي‪ ،‬ورشه ليک‬
‫ولوله‪.‬‬
‫کرايټن‪) .‬خندا( نو ولې دی ورته وونه ليکل چې زه دی لکھنو ته بيايم؟‬
‫کيم‪ ) .‬په جرات( ما ته ويل شوي دي چې د بيگانه خلکو نومونه مه يادوه‪.‬‬
‫ډٻر ښه ښه پالنونه د نومونو په يادولو د خاورو سره خاوری شي‪.‬‬

‫‪70‬‬
‫کرايټن‪ .‬ھر چا چې درته ويلي دي ښه درس يې درکړې دې‪ .‬ما خپل د‬
‫تمبکو ډبلې د پادري په کور کی پريښې دې ماښام ھغه راته راوړه‪.‬‬
‫کيم‪ .‬ستاکور چرته دی؟‬
‫کرايټن‪ .‬په بازار کی له چا پوښتنه وکړه‪.‬‬
‫ډگروال پخپله الره والړو او کيم بيرته کاتب سره کښيناستو خوسوچ يې‬
‫کوو‪ .‬د تمبکو ډبلې يوه بانه ده‪ .‬ډگروال معلومول غواړي چې زه د ده د‬
‫کور په اړه خبر يم که نه‪ .‬دوي فکر کوي چې زه ماشوم يم‪ ،‬ما به تير‬
‫کړي‪ .‬ھغه له کاتب د ډگروال په اړه وپوښتل‪ .‬ده ورته وويل‪ ،‬چې کرايټن‬
‫داسی کم عقل ډگروال دې چې کنډک نه لري‪ .‬ھر وختې اسونه اخلي او د‬
‫خداې د مخلوق په اړه پوښتنې کوي‪ .‬دا د بوټو او کاڼو او د خلکو د‬
‫رواجونو په اړه له ھر چا پوښتنی کوي‪ .‬محبوب علي واي دې د نورو ټولو‬
‫گوراگانو نه زيات ليونې دې‪ .‬کيم د ډگروال په اړه په فکر کی شو‪ .‬ده د‬
‫ھند عادي خلکو ته چې ډٻر ھوښيار نه و درناوې کوو‪ ،‬خو ھغه څوک چې‬
‫چاالکي يې کوله دې ورسره ډٻر نه غږيدو‪ .‬کيم بارک ته چې والړو نو د‬
‫وکټور نه يې د تمبکو د ډبلي پوښتنه وکړه‪ .‬ھغه د پادري سره خپل د‬
‫ټمبکو ډبلی نه و پريښې او غوښتل يې چې معلوم کړي‪ ،‬کيم د ده په اړه‬
‫څومره معلومات لري‪.‬‬
‫د علم دروازه‬
‫پادري وکټور د سھار له دعا او سبا نارۍ نه وروسته کيم ځان سره بازار ته‬
‫بوتلو او د جامو او بوټانو سربيره‪ ،‬نور شيان يې ورته واخيستل‪ .‬د سينټ‬
‫سيوير په شان ځانگړي او معتبر ښوونځي لپاره دا ھر څه ضرور و‪ .‬د‬
‫سفر په ورځ د پادري په بدرگه او د سامان د بکس سره کيم د اور گاډي‬
‫سټيشن ته والړو‪ .‬وکټور ورله د دويمې درجې د اورگاډي ټيکټ واخيستو‬
‫او د ډگر وال کرايټن د لومړي درجې سره جوخته ډبه کی يې کښينولو‪ .‬بيا‬
‫يې ورته دعا وکړه او وې ويل‪ " ،‬په ښوونځي کی ھغوي ستا د راتلو نه‬
‫خبر دي‪ ،‬ډگر وال به په الره ستا خيال وساتي چې ورک نشې‪ ".‬اور گاډې‬
‫روان شو خو کيم د دويمې درجی په دی خونه کی يواځی ناست و او په‬

‫‪71‬‬
‫کړکۍ کی د المه سره د الھور نه تر امبالی سفر يې يادولو‪ .‬په کړکۍ کې‬
‫يې د ھغه سفر خبرې په تصور کې ليدې‪.‬‬
‫يوځای ډگروال کرايټن کيم خپلی ډبې ته راوبللو او ورسره يې په انگريزي‬
‫ژبی خبری پيل کړې‪ .‬ده ته يې وويل چې په ټول ھند کی انگريزان د خپلو‬
‫خلکو يو زنځير لري‪ .‬کيم کولی شي چې د دی زنځير يوه کړۍ شي او که‬
‫په ازموينو کی بريالې شو نو د اوولسو کالو په عمر کی د مياشتې دٻرش‬
‫روپۍ تنخاه گټلې شي‪ .‬کيم ورته سر خوځوو خو داسی لکه چې د ډگروال‬
‫په نيمو خبرو نه پوھيدو‪ .‬اخر ھغه په اردو ژبه خبری پيل کړی نوکيم‬
‫ورته غوږ ونيولو‪ .‬ورته يې وويل‪ ،‬ته چې ھر ځاې ته ورځې نو ھغه په‬
‫حافظه کې ياد ووساته او بيا چې دی موقع پيدا کړه نو په کاغذ يې انځور‬
‫جوړکړه‪ .‬کيديشي يوه ورځ چې ته پوخ زنځيري شې نومونږ دواړه يو‬
‫ځاې کار وکړو‪.‬‬
‫کيم سوچ کوو چې د ډگروال خبرو ته ځواب ورکول به ښه وي او که نه‪.‬‬
‫کرايټن وويل‪ ،‬که تا د دی غرونو نه وراخوا د يو سيند يا د يو کلي معلومات‬
‫راته راکړل نو زه به درته سل روپۍ درکړم‪ .‬ته خبر يې د دی غرونو شا‬
‫ته څه دي؟ کيم وويل‪ " ،‬زه څه خبر يم؟ زه خو ماشوم يم‪ ".‬ډگروال يوه‬
‫روپۍ له جيبه راوويسته اووي ويل‪ " ،‬زه اوس ووايه‪ ".‬کيم د روپۍ د‬
‫اخيستو لپاره الس وړاندی کړی و خو بيا يې شا ته کړو‪ .‬ورته يې وويل‪" ،‬‬
‫نه صاحب‪ .‬زه خبر يم چې د ځواب لپاره به ته پيسې راکوې خو ته ولې له‬
‫ما پوښتنه کوی؟" ډگروال روپۍ ورته ورکړه چې دا د ھغه له خوا يوه‬
‫تحفه ده‪ .‬بيا يې وويل‪ ".‬ته يوه ځانگړې روحيه لرې چې په سينټ‬
‫سيويرکی يې ورک نه کړی‪ .‬ھلته ډٻر ھلکان د تور پوستو نه کرکه کوي‬
‫خو ته د يو صاحب او د يو ريښتوني صاحب زوې يې‪ .‬نو ھيچرې به د‬
‫تور پوستو نه کرکه نه کوې‪ .‬زه داسی کسان پيژنم چې نوي نوي د‬
‫حکومت په مالزمت کی شامل شول او د ځاي خلکو په دود دستور نه‬
‫پوھيدل‪ .‬په دې خبره د دوي نه يې معاش وگرځوو‪ .‬دا ياد لره چې د‬
‫ناپوھۍ نه لويه گناه بله نشي کيدې‪.‬‬
‫د ھغو څليرويشتو ساعتونو په سفر کی ډگروال څو وارې کيم راوبللو او ھر‬
‫وارې يې ده ته نوي خبرې وکړی‪ .‬کيم اوس پوه شوې و چې ده پخپله څه‬

‫‪72‬‬
‫کارکوو‪ .‬کيم محبوب علي ته معلومات ورکول او محبوب علي ډگروال ته‪.‬‬
‫ده سوچ کوو‪ ،‬که د دی کار لپاره زه يو واری بيا له ټولو بنديزونو ووځم‬
‫نودا به ښه وي‪.‬‬
‫کله چې اور گاډی د لکھنئو سټيشن ته ورسيدو نو کيم اخوا ديخوا وکتل‪ .‬د‬
‫ده ھيله وه چې المه به ورته د ھرکلی لپاره والړ وي‪ ،‬خو ھلته ھيڅوک نه‬
‫و‪ .‬ډگروال دې په يو اس گاډي کی د سامان سره کښينولو او سينټ سيوير‬
‫ښوونځي ته يې ورواستوو‪ .‬ده ته يې د بيا ليدو وويل او د خلکو په گڼه‬
‫گوڼه کې ورک شو‪ .‬د لکھنئو فضا کيم ته د الھور نه ښه ښکاره شوه‪ .‬د‬
‫خپل گاډي کوچوان ته يې وويل‪ ،‬د ښار د بازارونو منځ نه مې بوځه‪.‬‬
‫کوچوان ورته مخ واړوو چې ھغه ته د سينټ سيوير لپاره امر شوې دې‪.‬‬
‫کيم والړو د کوچوان سره په لوړه تخته کښيناستو او په اردو ژبې کی يې‬
‫ورسره خبری پيل کړی‪ .‬راتلونکي دوه ساعته دوي د ښارټول بازارونه‬
‫وليدل‪ .‬ھغه کوچوان ته وويل‪ " ،‬دا خو راته د افسانو ښار ښکاري"‪.‬‬
‫کوچوان ورته د لکھنئو د نوابانو او د غدر د وختونو د انگريزانو د جنگ‬
‫کيسه وکړه ‪ .‬اخر ستړی شول نو کوچوان ښوونځي ته مخه کړه‪.‬‬
‫د گومتي سيند پر غاړه د سينټ سيوير ښوونځې په ډٻره لويه زمکه کی‬
‫جوړ و‪ .‬د ودانۍ په ليدو کيم د څه خبری لپاره خله خالصوله چې د چونه‬
‫شوي ديوال د يوی ستنې سره د ماښام په تيارې کی ناست څوک يې وليدل‪.‬‬
‫ھغه کوچوان ته په چيغه وويل‪ "،‬ودريږه!"‪...‬کوچوان گاډې ورو کړو اوکيم‬
‫ترې ټوپ وکړو او په منډه د ستنې لور ته والړو‪ .‬په بله شيبه دی د ستنې‬
‫سره نږدې پرزمکه پروت د المه د ژيړ لباس الندې د ھغه پښې ښکلولې‪.‬‬
‫المه‪ .‬زه د يوې نيمې ورځې نه دلته ستا په انتظار شيم‪ .‬ما سره د خانقاه‬
‫يو راھب ھم و چې الره يې راته سمه کړه‪ .‬کله چې ستا ليک را ورسيدو‬
‫نو زه په اورگاډي کی له بنارس روان شوم‪.‬‬
‫کيم ‪ .‬ته د ھغه کوھلو ميرمنې سره ولی پاتې نشوی؟ بنارس ته په کوم‬
‫حال وورسيدې؟ کله چې له تا بيل شوم‪ ،‬زړه مې خفه و‪.‬‬

‫‪73‬‬
‫المه‪ .‬د ھغې ښځې په خبرو زه ستړی شوم‪ .‬ھر وختی يې رانه تعويذونه‬
‫غوښتل‪ .‬ھغه ډٻره سخي ميرمنه ده خو زه تری روان شوم چې دا پخپله د‬
‫عبادت ثواب وگټي‪ .‬بيا مې د بنارس ټکت وکړو او ھغې خانقاه ته والړم‬
‫چې خلک می پکی پيژندل‪.‬‬
‫کيم‪ .‬او ستا سيند؟ ما نه خو ھير و‪.‬‬
‫المه‪ .‬ما نه سيند ھير نه دی‪ .‬خانقاه ته ځکه راغلم چې دلته مشوره وکړم‪.‬‬
‫ھند ډٻر لوې وطن دی او کيدٻشي له مونږ وړاندی پوھو استادانو په دی اړه‬
‫څه ليکنی پريښي وي‪ .‬په خانقاه کی په دی اړه بحث روان دی‪ ،‬څوک يو‬
‫څه واي او څوک بل څه‪ .‬د سره غويي مال راته ليکلي و چې ھر څه زه‬
‫غواړم ھم ھغسی به کيږي‪ .‬ما ستا د سبق لپاره د يو کال پيسې دوي ته‬
‫واستولی او بيا دلته کښيناستم چې د دی علم د دروازې نه په تيرٻدو‪ ،‬تا‬
‫ووينم‪ .‬ددی لپاره نه چې ته په ما گران يې بلکه د دی لپاره چې دومره‬
‫پيسې مې درباندې ولگولې چې د دی نتيجه پخپلو سترگو وگورم‪ .‬مينه‬
‫دنياوي خبره ده او زه دنياوي شيان نه غواړم‪.‬‬
‫کيم‪ .‬ای محترم‪ .‬تا خو د سيند لټون کوو‪ ،‬تا سره په الره تگ څومره‬
‫خونده ور و! زه په دی نړۍ کی يواځې يم‪ ،‬يو محبوب علي مې پيژندلو خو‬
‫ھغه راسره درغلي وکړه‪ .‬زه بی له تا څوک نلرم‪.‬‬
‫المه‪ .‬زه ھم څوک نه لرم خو زه غواړم چې ته زدکړه وکړی‪ .‬تا نه‬
‫ھغسې صاحب جوړ شي چې ما ته يې دا عينکې راکړې وې‪ .‬زه به بيا ھم‬
‫ستا حال اخلم خو اوس ورشه‪ .‬يوه ورځ به تا نه دا ھر څه ھير وي‪.‬‬
‫کيم‪ ) .‬په ژړا( ما تا سره ډوډۍ خوړلی ده‪ ،‬زه به تا څنگه ھيروم؟‬
‫المه‪ .‬مه ژاړه زويه‪ ،‬زه بنارس ته ځم او ته به ښونځي ته والړ شې‪ .‬کله‬
‫کله به راته ليکونه راليږي‪ .‬د ھغه خانقاه پته ياده ساته‪ .‬زه که ھر چيرې‬
‫يم ‪ ،‬ليکونه به راته رارسيږي‪.‬‬
‫د سينټ سيوير په ښوونځي کی درٻو سوو ھلکانو زدکړه کوله چې د يو‬
‫سخت رژيم الندی يې ژوند تيروو‪ .‬دا ټول د ھغو انگريزانو زامن و چې په‬

‫‪74‬‬
‫ھند کی يې حکومتي يا پوځي خدمتونه سر ته رسول‪ .‬خو کيم ھر وختی‬
‫چې موقع پيدا کړه‪ ،‬اصول به يې ماتول‪ .‬په ښار کی د کولرا د وبا پر وخت‬
‫دوي اجازه نه لرله چې بھر ووځي خو کيم د ليک استولو لپاره کاتب ته‬
‫والړو‪ .‬ډٻر زر ده ليک ولوست زده کړل او پخپله به يې ليک ليکلې شو‪.‬‬
‫ھرھلک خپلی کيسې لرلې او کيم د دی ژوند سره څه نا څه عادت شو‪ .‬بيا‬
‫د اوړي لپاره د دريو مياشتو رخصتۍ پيل شوې‪.‬‬
‫کيم ته خپل معلم د پادري وکټور له خوا پيغام ورکړو چې په اورگاډي کی د‬
‫امبالې نه وراخوا د غرونو يو سټيشن ته دی ورشي‪ .‬خو کيم سر زوري‬
‫کوله‪ .‬د ده دليل و چې د اوړي رخصتۍ د ده خپل وخت و‪ ،‬ولې د ده وخت‬
‫حساب دی بل څوک وکړي‪ .‬خو ھغه د المه له خوا ليک نه و تر السه‬
‫کړی او زړه يې غوښتو چې ھندي ډودۍ وخوري‪ ،‬وريژې‪ ،‬کباب‪ ،‬دال‪،‬‬
‫چټني‪ .‬په الس يې وخوري ځکه په ښوونځي کې به دوي پر ميز د قاشوغو‬
‫او چړو او پنجو سره ډوډۍ خوړه‪ .‬ھغه ته د ښوونځي ډوډۍ خوند نه‬
‫ورکوو‪ .‬بله الره ورته دا وه چې محبوب علي ته ورشي خو دې له ھغه‬
‫مرور و‪ .‬د ده ھم صنفيان او ملگري خپلو خپلو کورونو ته والړل او اخر‬
‫ټول ښوونځې تش شو‪ .‬د کيم صندوق ھم د نورو ھلکانوپه شان د لوې‬
‫دروازې سره کيښودل شو نو ده يو گاډې راوغوښتو او د بازار د يو ملگري‬
‫کور ته والړو‪ .‬خپل صندوق يې له ھغه سره امانت کيښودو‪ ،‬څوشيان يې‬
‫ترې واخيستل او چې بيرته په اس گاډي کی کښيناستو نو په مخ يې تور‬
‫رنگ وھلې‪ ،‬ھندو ھلک ترې جوړ شوې و‪.‬‬
‫کيم په سټيشن د دريمې درجې ټکټ واخستو او په اورگاډي کی کښيناستو‪.‬‬
‫مساپرو ته يې وويل چې دی د يو مداري شاگرد و‪ .‬تر امبالې ده د خپل‬
‫ځان په اړه نورو مسافرو ته رنگا رنگ کيسې کولې‪ .‬اخوا په شمله کی‬
‫ډگروال کرايټن ته په تار)ټيليگرام( کی خبر ورسيدو چې کيم اوھارا ورک‬
‫شوی و‪ .‬ډگر وال يو سھار د اس د ځغاستي په ميدان کی محبوب علي ته‬
‫دا خبر ورکړو نوھغه ورته وويل‪ " ،‬انسان او په اس کی توپير نشته‪ .‬کله‬
‫کله اس مالگه غواړي او که خاوند ورته مالگه ورنکړي نو بيا زمکه څټي‪.‬‬
‫ھغه ھلک سړک ته وتلې دې‪ ،‬د ښوونځي نه به يې زړه ستړې وي‪ .‬پخپله‬
‫به راشي‪ .‬که نه زه به يې لټه وکړم‪ ".‬ډگروال پوښتنه وکړه‪" ،‬اوکه دی مړ‬

‫‪75‬‬
‫وي؟ محبوب علي وخندل‪" .‬که تبې وونه وژلو نودی به ژوندی وي‪ .‬شادو‬
‫له ونې نه غورځيږي‪ ،‬بی غمه اوسه‪ ".‬ډگروال وويل‪ " ،‬د ده سر زوري‬
‫ورته تاوان رسولی شي‪".‬‬
‫محبوب علي امبالې ته په الره د اسونو د يوې قافلې سره روان و چې يو‬
‫سھار د کالکه سره نږدې ترې چا خير وغوښتو‪ .‬ھغه خيرات غوښتونکې‬
‫وترټلو نو ھغه په انگريزي کی ورته ځواب وويلو‪ .‬محبوب علي د کيم غږ‬
‫وپيژندلو او وي ويل‪ " ،‬ته چيرته ورک وې؟ انگريزان درپسی په لټون‬
‫خوارشول‪ ".‬بيا دی کيم سره د يوې ونې الندی کښيناستو او ھغه ورته خپله‬
‫کيسه تيره کړه چې څو ورځې يې په امباله کی د خپل يو ملگري کره‬
‫واړولی‪ .‬بيا د ھغه سره ډٻلي ته والړو‪ ،‬ورپسې څو ورځې يې د تيلو د‬
‫گاڼۍ غواې وگرځوو‪ .‬بيا يې د پټيالې د ميلې په اړه واوريدل نو بيرته‬
‫پنجاب ته والړو‪ .‬ھلته يې د پټاخو جوړولو په يوه کارخانه کی د اور لوبې‬
‫شيان جوړکړل‪ .‬راجه گان يې په پيالنو سپاره وليدل چې د اور لوبی ټولو‬
‫توکو ته يې په يوه مخه اور ورته کړو او يوولس کسان پکې مړه شول‪ .‬د‬
‫کارخانې مشر ھم پکی مړ شو‪ .‬کيم د بارودو د چودنې په زور له يو تمبو‬
‫نه بلی خوا ته والوتو خو ھيڅ زيان ورته ونه رسيدو‪ .‬بيا يو سيک سره د‬
‫سايس په توگه مله شو او ھغه چې ورله کومې پيسې ورکړې وې‪ ،‬په ھغی‬
‫تر دی سټيشن را ورسيدو‪ .‬محبوب علي تری پوښتنه وکړه‪ " ،‬نو ته اوس‬
‫ما سره ځې؟" کيم سر وخوځوو نوھغه له ځان سره يو سراې ته بوتلو‪.‬‬
‫محبوب علي ورته د مسلمانانو جامې واخيستې ‪ .‬کيم په سراې کی ځان‬
‫پاک کړو او نوي جامې په غاړه کړی‪ .‬ھغه ورته ښه ډوډۍ راوغوښته چې‬
‫شيريني ھم پکی وه‪ .‬بيا د چيلم په سر دواړو خبرې پيل کړې‪.‬‬
‫کيم‪ ..‬ډگروال صيب راته په قھر و؟‬
‫محبوب‪ .‬ھو خو ما دالسه کړو‪ .‬بيا ھم دا تښتيدل او پټيدل ښه خبره نه ده‪.‬‬
‫کيم ‪ .‬حاجي صيب دا زما د رخصتيو ورځی دي‪ .‬زه دری مياشتې د دوي‬
‫غالم ووم‪ ،‬اوس سکول بند دی نو ولې پخپله خوښه وونه گرځم‪ .‬بله دا چې‬
‫دوي زما د لگښت نه بې غمه دي‪.‬‬

‫‪76‬‬
‫محبوب علي‪ .‬د پيرنگي لپاره دا څو روپۍ ھيڅ نه دی‪ .‬دوي يې ھم د يو‬
‫ھدف لپاره درباندی خرڅوي‪ ،‬ستا په غم کی نه دي‪.‬‬
‫کيم‪ .‬زه ډٻر پخوا له دی خبر ووم‪.‬‬
‫محبوب‪ .‬تا ته چا وويل؟‬
‫کيم‪ .‬ډگروال صيب پخپله راته وويل‪ .‬په ھم دی الفاظو کی به يې نه وي‬
‫ويلي خود ھوښيار لپاره اشاره کافي وي‪ .‬دا خبره يې راته په ټرين کی‬
‫وکړه کله چې مونږ لکھنئو ته تلو‪.‬‬
‫محبوب‪ .‬که داسی ده نو زه به درته يو څه نورې خبرې وکړم‪ .‬تا چری ما‬
‫ته دروغ نه دی ويلي نو زه دی قدر کووم‪ .‬ته دا ښوونځې جدي وگڼه ځکه‬
‫سبق ښه شې دې ‪.‬‬
‫کيم‪ .‬سمه ده‪ ،‬زه به ښوونځي ته والړ شم او ټول سبق به ووايم‪ .‬خو له سبق‬
‫وروسته به دوي ما پريږدي چې په خپلو خلکو کی پاتې شم او که نه وي نو‬
‫گورا صاحب به رانه جوړ کړي‪.‬‬
‫محبوب‪ .‬ستا خپل خلک څوک دي؟‬
‫کيم‪ .‬د دی لوې او ښکلې وطن خلک زما خلک دي‪ .‬بله دا چې زه به خپل‬
‫المه ووينم‪ ،‬او دريمه دا چې زما پيسې پکارې دي‪.‬‬
‫محبوب‪ .‬پيسې خو د ھرچا پکارې وي‪ .‬زه به درته اته انې درکړم‪ .‬دا‬
‫ځلې مې په اسونو کی ډٻره گټه نه ده کړی‪ .‬خو ته زر زر سبق ووايه‪،‬‬
‫درې کاله به دی تير شي‪ .‬بيا ممکن زما ھم پکار شې‪.‬‬
‫کيم‪) .‬خندا( تر اوسه مې درته کارونه نه دی کړي؟‬
‫محبوب‪ .‬ځوابونه مه راکوه‪ .‬د نن نه ته زما د اسونو نوې سايس يې‪ .‬زه‬
‫ورشه او زما د سړو سره د شپې لپاره خپل ځاې جوړ کړه‪ .‬دوي د سټيشن‬
‫شمالي څنډو کی ډٻره دي‪.‬‬

‫‪77‬‬
‫کيم‪ .‬که ستا له خوا راسره څه نښه نه وي نو ستا سړي به می په وھلو د‬
‫سټيشن جنوبي څنډو ته وشړي‪.‬‬

‫د طالي غشي سيند‬


‫محبوب علي د خپل کمر بند نه د چيناي رنگ يوه چکۍ راوويسته‪ ،‬خپله کټه‬
‫گوته يې ورباندی کيښوده او بيا په يو ژيړ کاغذ يې د دې گوتې نښه‬
‫ولگوله‪ .‬د بلخ نه تر بمبۍ پوری سوداگرو د محبوب علي د گوتې نښه‬
‫پيژندله چې پکې د يو زخم ليکه واضح ښکاريده‪ .‬ھغه کاغذ کيم ته ورکړو‬
‫چې د ده قافلې مشرته ښکاره کړي‪ .‬محبوب علي راپاسيدو او په بھر تلو‬
‫کې يې وويل‪ "،‬تر سھار به بيرته راشم‪ ".‬کيم تری پوښتنه وکړه‪" ،‬د کوم‬
‫لوري سړک نه به راځی؟" ھغه ورو وويل‪ ،‬د ښار له خوا سړک نه‪ ،‬ھم دا‬
‫يو سړک دی‪ .‬کيم د شپې په تياره کی بھر والړو او د سراې د دٻوال سره‬
‫سره راتاو شو‪ .‬دی د سټيشن مخالف لوري ته روان شو او د يو ميل نه ھم‬
‫زيات مزل يې ووھلو‪ .‬بيا يې له جيبه يو قطب نما راوويستلو او په ارام قدم‬
‫بيرته وگرځيدو‪ .‬ھغه پخپل زھن کی د محبوب علي د کسانو لپاره يوه کيسه‬
‫ھم تياره کړه چې د اورگاډي د سټيشن سره نږدې په يوه تش ميدان کې‬
‫ډٻره و‪ .‬ھلته دوه الرۍ ھم والړې وې چې پکی د محبوب علي اسونه و‪.‬‬
‫د کيم په ليدو د قافلې مشر ورباندی غږ وکړو نو ده ورته کاغذ وښودلو او‬
‫وې ويل‪ " ،‬زه د حاجي صيب خدمت گار يم‪ ،‬سھار چې راشي پخپله تری‬
‫وپوښتئ خو اوس د اور سره نزدې د شپې تيرولو ځاې راکړئ‪".‬‬
‫څو شيبې وروسته دوي ټول د اور چاپيره خوب ته وغځيدل‪ .‬کيم ته يې يوه‬
‫کمبله ورکړه او دې ھم په داسی ځای کی سمالستو چې پښی يې د الرۍ د‬
‫يوې پاې الندې وې‪ .‬ھغه په دی حال خوشاله و او بيا د ضرب او د تقسيم‬
‫د سوالونو په حلولو ورو ورو خوبولې شو‪ .‬خو ناببره د ده غوږونو کې د‬
‫پس پس غږ راغلو‪ .‬يو سړي د الرۍ شا ته د بل سره پټې خبرې کولې‪.‬‬
‫"دی تر اوسه نه دی راغلی؟ چې کوم خوا تللې دې؟" بل سړي ھم ھغسې‬
‫په ورو غږ وويل‪" ،‬دا ځلې چې د غرونو نه اخوا درنه والړ نشي‪ .‬د دې‬
‫امر شوې دې‪ .‬خبر يې د ده په سر څومره پيسې دي؟ بل غږ وويل‪ ،‬ھو‬

‫‪78‬‬
‫خو مونږ د سرحد نه ډٻر ليرې يو‪ .‬که پيښور وې نو ھلته دا کاراسانه و‪.‬‬
‫لومړي وويل‪ ،‬ھو‪...‬پيښور چې پکی د ده خپلوان پراته دي‪ .‬زمونږ لپاره‬
‫ھغه ځاې او دوزخ يو دې‪ .‬دويم وويل‪ ،‬نو بيا څه وکړو؟ لومړې بې صبره‬
‫شو‪،‬‬
‫" او بې عقل‪ ،‬ما درته ويلي دي چې انتظار وکړه چې دې راغلو او‬
‫څمالستو نو بيا يوه گولۍ ورته بس ده‪ .‬دا الرۍ به زمونږ تر منځ شي او‬
‫مونږ به د اورگاډي په پاټلۍ والړ شو او ځان به ورک کړو‪ .‬دوي به نه‬
‫خبريږي چې ډز له کومې خوا ووشو‪ .‬لږه شيبه خاموشي وه بيا يو کس‬
‫وويل‪ ،‬ياره زما خوډٻر ساړه کيږي‪ .‬بل په سخته وويل‪ ،‬ته څنگه فقير يې‬
‫چې لږ ساړه نشی زغملې‪ ".‬د کيم سترگی پټی وې خو ھغه سوچ کوو‪"،‬‬
‫ښاي محبوب علي ته ھغه سپين اس گران تمام شو‪ ،‬يا کيديشي کوم بل خبر‬
‫يې خرڅ کړي وي‪ .‬خو اوس څه وکړم؟"‬
‫شيبه وروسته‪ ،‬ده کمبله د ځان نه لری کړه او لکه چي څوک په خوب کی‬
‫ويرٻږي‪ ،‬ناره يې کړه‪ " ،‬وۍ بال مې خوري‪ ...‬مورې‪ ...‬بال ده ھله‬
‫نيسئ‪ ...‬بده بال ده‪ ...‬ټول خلک راويښ شول او ده ته په بدو ردو وئيلو بيا‬
‫ويده شول‪ .‬کيم په دی شور ماشور کی د خپل ځاې نه څو گامه ليرې د‬
‫اورگاډي د پاتلۍ سره نږدې سمالستو او څو شيبې د پوزې او غوږونو نه د‬
‫خرړيدو غږونه يې ايستل‪ ،‬داسی چې ھغو غلو ته وښاي چې دې ويده شوې‬
‫و‪ .‬بيا ورو غوندې لکه د مار په زمکه ورغړيدو اوپه تياره کی د تور‬
‫سړک يوه برخه شو‪ .‬ترډٻره وخته دې روان و تر څو داسې يو ځاې ته‬
‫ورسيدو چې د سړک يوې غاړې ته زمکه ښکته شوې وه‪ .‬دی ھلته د يوې‬
‫تيږې شا ته کښيناستو‪ .‬بره په سړک ده ته ھر څه ښکاريدل‪.‬‬
‫يو څود غوايانو گاډي تير شول‪ .‬يو پولٻس او څو الروي چې د بال گانو نه‬
‫د ساتنې لپاره يې مناجات ويل‪ ،‬پخپله الره والړل‪ .‬څو شيبې وروسته ھغه د‬
‫اس د ټکاري غږ وارويدو نو پوه شو چې دا به محبوب علي وي‪ .‬ھغه په‬
‫ټيټ غږ د ده نوم واخيستو‪" ،‬پام کوه وړاندی مه ځه‪ ".‬اس سمدالسه ودريدو‬
‫او محبوب علي په زوره وويل‪ " ،‬داسی سست اس به بيا چرې نه اوړم‪ .‬د‬
‫ښار ټول ميخونه او ھډوکي يې په پښو کی راټول کړی دی‪ " .‬دی له اس‬
‫راښکته شو او د دی وړاندينۍ پښه يې راپورته کړه‪ .‬بيا يې ورو وويل‪" ،‬‬

‫‪79‬‬
‫سر ښکته کړه څوک به دی وگوري‪ ".‬کيم وويل‪ ،‬ستا د اسونو الرۍ شا ته‬
‫دوه کسان درته په انتظار ناست دي‪ .‬کله چې ته سمالستلې‪ ،‬دوي به‬
‫درباندی ډزکوي چې ستا د وژلو لپاره پيسې واخلي‪ " .‬محبوب علي په‬
‫وروغږ کې وويل‪ " ،‬تا وليدل؟ يو تن پکی د فقير جامې خو نه وې‬
‫اغوستې؟" کيم وويل‪ " ،‬ما نه دي ليدلي خو يو کس بل ته ويل چې ته څنگه‬
‫فقير يې چې ساړه نشې زغملې‪ ".‬محبوب علي وويل‪ "،‬شابسې‪ ،‬ورشه‬
‫پخپل ځاې ويده شه‪ ،‬زه نن شپه نه مرم‪".‬‬
‫کيم بيرته ھم ھغه ځاې ته ځان ورسوو او په کمبله کی ويده شو‪ .‬کله کله به‬
‫يو اورگاډې د ده څنگ کی تير شو خو دی نه ويښيدو‪ .‬محبوب علي خپل‬
‫اس د سټيشن سره نزدې وتړلو او پخپله دننه ورغلو‪ .‬ھلته د ټريفک يو‬
‫مشر يې وليدو او ورته يې د دوو فقيرانو حال ورکړو چې د ده د الريو‬
‫سره نزدې ليدل شوي و او وٻره يې څرگنده کړه چې ھغوي د غال لپاره‬
‫ھلته ايسار و‪ .‬مشر ورته ډاډ ورکړو او يوتکړه پوليس سره د گاډي انجن‬
‫ته وختلو‪.‬‬
‫محبوب علي سھار خپلو کسانو ته والړو نو ھيچا ورته د دوو فقيرانو کيسه‬
‫ونکړه چې د اورگاډی پوليسو نيولي و‪ .‬خو کيم د محبوب علي سره د بارد‬
‫ښکته پورته کولو پر وخت ورته د دوي د نيولوکيسه تيره کړه‪ .‬د ورځې‬
‫په پٻل کی د دوي قافله په سړک روانه شوه‪ .‬کيم به کله په الرۍ او کله‬
‫اس سپور و او د الری خوند يې اخستو‪ .‬دوي شمله ته ورسيدل نو محبوب‬
‫علي د خپلو اسونو د پلورلو نه وروسته کيم ته د يوځاې پته ورکړه چې ھلته‬
‫د لورگن نومی سړي سره وويني‪ .‬د ده کور د لرغونو توکو او د مداريانو‬
‫له شيانو ډک و‪ .‬کيم څو ورځی د ده ميلمه شو او رنگا رنگ شيان يې‬
‫وليدل چې د پلورلو لپاره به يې ھر ډول خلک راتلل‪.‬‬
‫ھلته د کيم د عمر يو ھندو ھلک اوسيدو او دوي دواړو به د لورگن واړه‬
‫کارونه کول او د پيسو حساب به يې ھم زده کوو‪ .‬کيم لس ورځې په خندا‬
‫او خوشالۍ تيرې کړې‪ .‬اخر د ده لپاره د کالکه نه د اورگاډي ټکټ‬
‫واخستل شو او دی له شملې روان شو‪ .‬لورگن ورته پينځه روپۍ ورکړې‬
‫وې چې ھغه وخت د کيم لپاره يوه خزانه وه‪ .‬د اوړي رخصتۍ خالصې‬
‫شوې اود لکھنئو په ښوونځي کی د ھغه زدکړی بيا پٻل شوې‪ .‬وخت په‬

‫‪80‬‬
‫الوتو شو او راتلونکي درې کاله دی ھم ھغه ښوونځي کې و‪ .‬کله به په‬
‫رخصتيو کی دی د بنارس خانقاه ته والړو او ليدل يې چې المه نور ھم‬
‫ضعيف شوې و خو ده خپل سيند تر اوسه نه و موندلې‪ .‬کيم ته يې وويل‪،‬‬
‫ما څو واری خوب ليدلې دې چې تر څو راسره خپل مريد نه وي زه دا سيند‬
‫نشم موندلی‪.‬‬
‫کيم اوس زيات وخت د کتابونو په ولوستلو تيروو او ھغه ھومره سر زوري‬
‫پکی نه وه پاتې‪ .‬په يو اوړي کی ده د محبوب علي سره لومړې بمبۍ او‬
‫له ھغه ځايه په بيړۍ کی کراچي ته سفر وکړو‪ .‬په بل کال‪ ،‬دی کويټې ته‬
‫والړو او دغرونو قبايل يې وليدل‪ .‬په دريم کال دی پيښور ته والړواو ھلته‬
‫د يو پښتون په جامه کی وگرځيدو‪ .‬کرايټن ده ته يو وړوکې شين رنگه‬
‫لرگين بکس وراستولی و‪ .‬په دی کی رنگونه‪ ،‬برشونه او سپين کاغذونه و‪.‬‬
‫ورسره د نقشې جوړولو سامان ھم و‪ .‬کيم به کله نا کله په ھغو کاغذونو‬
‫انځورونه جوړول‪ .‬د المه سره د سيند لټون د ده ھم يو ارمان و چې تر‬
‫اوسه تری ھير نه و‪.‬‬
‫کيم اوس د شپاړسوکالو و او دواړه کرايټن او محبوب علي د ده له ارمان‬
‫خبر و‪ .‬د ښوونځي د سبق په پورا کيدو‪ ،‬په وروستي ورځ ھغوي کيم ته‬
‫اجازه ورکړه چې د المه سره تلې شي خو دې به په ھغه سفر کې د دوي‬
‫لپاره کار ھم کوي او د ھغی په بدل کی ورته د مياشتې شل روپۍ ورکول‬
‫کيږي‪ .‬کيم خپل ځان د بودايانو په جامه کی پټ کړو او د يوې غوټې سره‬
‫بنارس ته والړو‪ .‬المه ته په پښو پريوتو او د سفر پالن يې ورسره‬
‫جوړکړو‪ .‬ھغه ته يې وويل چې حکومت له خوا ورته د کاتب دنده ورکړې‬
‫شوې ده‪ .‬المه تری پوښتنه وکړه‪ " ،‬پوځي خو يې درنه جوړ نکړو؟" کيم‬
‫وويل‪ " ،‬نه زه جنگ نشم کولې‪ ".‬په خانقاه کی نورو راھبانو‪ ،‬کيم ته يوه‬
‫لرغوني نقشه وروښودله چې ورباندی څرخ جوړ و‪ .‬المه ورته وويل‪ ،‬زه‬
‫به درته د دې څرخ د جوړولو چل وښايم چې يو پخوانې چيناي ھنر و‪.‬‬
‫په بل سھار دوي په خانقاه کی د شپې پاتې وريژې د ترخو چايو سره‬
‫وخوړې او بھر راووتل‪ .‬کيم تر سھارن پور د اورگادي ټکټونه واخستل او‬
‫د دريو ورځو د سفر نه وروسته دوي ھلته د کوھلو د ميرمنې کره ورغلل‪.‬‬
‫د ھغې په کور کې يې دوه ورځې دمه وکړه اوھلته يو ھندو ھری بابوھم د‬

‫‪81‬‬
‫دوي سره مله شو‪ .‬ھري بابو د کيم سره په شمله کی ليدلي و او د حکومت‬
‫د زنځير يوه کړۍ و‪ .‬دوي شيوالک د غرونو نه دون او بيا شمال کی د‬
‫مسوري لوړو ته ورسيدل‪ .‬ھلته ھري بابو دوه کاتبان چې يو يې کيدار ناته‬
‫او بل بدري ناتھه نوميدو‪ ،‬ورسره کړل‪ .‬کيم پوھيدو چې ھغوي ھم د‬
‫زنځير وړې کړۍ وې‪ ،‬چې خپل خپل کارونه ورته سپارل شوي و‪ .‬يو په‬
‫روسي او بل په فرانسوي ژبی خبرې کولې شوې‪.‬‬
‫دوي په څو کچرو خپل سامان چې تمبوان او د خواړو شيان يې لرل‬
‫بارکړي و‪ .‬ھر څومره چې دوي په لوړو ختل‪ ،‬د دی قافلی خلکو ته مزل‬
‫گران ايسٻدو‪ .‬خوکيم ليدل چې د غرونو په سفرکی المه يو واری بيا تازه‬
‫شوی و‪ .‬د صنوبر او د زالغوزي د ونو وږمې د ھغه په وجود کی نوې‬
‫توان پيدا کړی و‪ .‬دلته ساړه ھم ډٻر و او کيم په الره ورته د وړۍ يوه‬
‫کمبله اخستې وه‪ .‬خو المه ورپوری وخاندل چې دا خو ټيټ غرونه دي‪ ،‬د‬
‫دی ھوا دومره سړه نه ده‪ .‬کيم ريښتيا چې د غرونو د تگ سره اشنا نه و‬
‫او په څو ځايونو کی يې پښه خطا شوه‪ .‬خو دی خوشاله و چې المه په ارام‬
‫روان و‪ .‬په وړو کليو کی خلکو به دوي ته د اوزې پنير‪ ،‬شيدې او د کاڼي‬
‫په شان سخته ډوډۍ راوړه‪ .‬کيم به ماښام د خپلو پښو پرھرونو ته کتل او د‬
‫ھند غوړي او مساله داره ډوډۍ به يې مخی ته ودريده چې اوس د ده له‬
‫ھډوکو نه ھم وتلې وه‪ .‬کيم د تسبيح د اړولو چل زده کړی و‪ .‬خو ده به‬
‫زيات وخت د تسبيح په دانو د خپلو گامونو حساب کوو‪ .‬کله چې دوي د‬
‫شپې اوده کيدل نو ھغه به څو شيبې په کاغذ ليکنه وکړه‪ .‬په ځينو ځايونو‬
‫کی يې انځورونه ھم جوړول‪ .‬د دوي د دمې له ځايونو څو واری ليکلي‬
‫پيغامونه ښکته په شمله کی ډگروال کرايټن ته وراستول شوي و‪.‬‬
‫يوه ورځ دوي له يوې تنگی درې تيرٻدل چې واورې پکی شوې وې‪ .‬المه‬
‫ھم ھلته پر زمکه په سجده پريوتو‪ .‬خو د يو واورين طوفان نښې وې او د‬
‫غرونو شپانه د خپلو ميږو او د اوزو رمې په چټکۍ خوندي ځايونو ته‬
‫اوړل‪ .‬ھری بابو او د ده دواړه کاتبان وارخطا و‪ .‬د لږ مزل نه وروسته‬
‫دوي يوې ھوارې شنې زمکی ته چې د غره په ډډه و راووتل‪ .‬له دی‬
‫غرونو کيم ته احساس ووشو چې دوي اوس يوې نوې نړۍ ته رارسيدلي‬
‫و‪.‬‬

‫‪82‬‬
‫درې ورځې نور په لوړه د مزل نه وروسته د سپينو واورينوغرونو په ليدو‬
‫کيم وويل‪ ،‬باور لرم چې خداې ھم دلته اوسيږي‪ .‬ھلته په يوې ھواری کی‬
‫دوي خپل پړاو جوړ کړو‪ .‬د ده ملو کسانو په يو دوربين کی وليدل چې دوه‬
‫کسان له لوړو غرونود دوي په لوری را روان و‪.‬‬
‫دوي چې رانزدی شول نو کيم احساس وکړو چې دوي د بل وطن و‪.‬‬
‫ھغوي د پوستين جامې اغوستی او مخونه يې سره و‪ ،‬داسی لکه چې د‬
‫اروپايانو وي‪ .‬بدری نات او کيدار نات ورسره کله په روسي او کله په‬
‫فرانسوي خبری کولې او کيم دومره خبر شو چې معامله د ھغو پينځو‬
‫رياستونو وه چې يو لوی گاونډي ورته سترگې سری کړې وې‪ .‬د سپين‬
‫اس د بچيانو خبره وروستي حد ته رسيدلی وه‪ .‬دی کسانو ورسره ډوډۍ‬
‫وخوړه خو دومره شراب يې وڅښل چې په ځان خبر نشول او يو غرنی بار‬
‫اوړونکې يې ووھلو‪ .‬د کيم لپاره دا کار د منلو نه و او دې د يو کس سره‬
‫ونښتو‪ .‬د داسی بدی ورځی لپاره ورته محبوب علي يوه طماچه ورکړی وه‬
‫خو په پړاو کی دومره غوبل جوړ شو چې ھغه کسان په تيښته شول‪ .‬دوي‬
‫خپلې کچرې په مخه کړل‪ ،‬خو د کيم وينه توده وه‪ .‬ورټوپ يې کړل نو د‬
‫يوې کچرې پښه خطا شوه او له غرونو ښکته وغورځيدو‪ .‬په ھغه يابو بار‬
‫سامانونه ھم ورسره والړل‪.‬‬
‫ھری بابو ‪ ،‬کيم ته په قھر و چې بی ځايه يې شخړه جوړه کړه‪ .‬په بله ورځ‬
‫دوي وړاندی والړل نو د وړو وړو کورگيو يوه جوپه کی د ژوند نښي ليدل‬
‫کيدې‪ .‬دوي چې ورنږدې شول نو يو کس ورته د خپل کور دروازه پرانسته‬
‫المه په يوه کمبل سمالستو او وې ويل‪" ،‬دا زما غرونه دي"‪ .‬د شپې اسمان‬
‫صفا او د څوارلسمی د سپوږمۍ رڼا له کړکۍ ټوله کوټه روښانه کړی وه‪.‬‬
‫المه کيم ته وويل‪ ،‬نن شپه عبادت راته مھم دې‪ .‬بيا تر سھاره دې په عبادت‬
‫بوخت و‪ .‬کيم د ده په تندي الس کيښودو نو پوھه شو چې د ھغه تبه وه‪.‬‬
‫دی د نور سفر جوگه نه و خو سھار کيم ته يې په ټينگار وويل چې د‬
‫غرونو نه وراخوا د کوھلو خاوره ده او دی د خپل ټاټوبي لوې عبادت ځاې‬
‫ته تلل غواړي‪ .‬کيم ورله د ښکته غرونو نه يو حکيم راوبللو چې په راتگ‬
‫يې څو ورځې تيرٻدې‪.‬‬

‫‪83‬‬
‫سھار کيم له کوره بھر ووتلو نو خبر شو چې د ده سره مله ټول خلک بيرته‬
‫تللي و‪ .‬د دوي کارونه سر ته رسيدلي و‪ .‬کيم خپل غاښونه مسواکول چې‬
‫يوه غرنۍ ښځه ورته رانزدې شوه‪ .‬ھغې په فيروزي سرپيچک سر تړلې و‬
‫او ده ته يې يوه توبره وښودله چې يو بار اوړونکي ورته ښکته د غرونو له‬
‫لمنو راوړی وه‪ .‬دا توبره په ھغه کچرې بار وه چې د خارجيانو سره وه او‬
‫ښکته لويدلې و‪ .‬کيم د ھغی ښځې کور ته ورغلو او د توبری ټول شيان يې‬
‫پر زمکه واړول‪ .‬د دی په تل کی څو کاغذونه و چې په ترکي ژبه‬
‫ورباندې څه ليکلي و‪ .‬کيم پوھيدو چې د کرايټن ھم دا اسناد پکار و‪ .‬ده د‬
‫توبری نه يو پرکار ځان ته وساتلو‪ ،‬څو د خواړو شيان يې ښځې ته ورکړل‬
‫او پاتی توکي يې بيرته له غره ښکته ور واچول‪ .‬ده يو غوز )جوز( په‬
‫غاښونو مات کړو‪ ،‬يو ليک يې وليکلو او په غوز کی يې بند کړو‪ ،‬بيا ښځی‬
‫ته يې ورکړو چې شملی ته يې ورواستوي‪.‬‬
‫د ھغه کلي خلکو ورله سبا نارۍ ورکړه‪ .‬المه کله تسبيح اړولې او کله به‬
‫يې کيم ته د الرې نومونه ورښودل‪ .‬بيا يې وويل‪ " ،‬د دی غرونو نه وراخوا‬
‫د ونو الندی به ما د خپلو ھمزولو سره لوبې او جنگونه کول‪ .‬ما دری کاله‬
‫په ھند کی سفر وکړو خو خپله زمکه د مور په شان وي‪ .‬اوس راته‬
‫احساس کيږي چې زه بيرته د مور غيږې ته رانږدې شوم‪ .‬خو ھغه غشې‬
‫په ميدانونو کی پريوتې و‪ ،‬غرونو کی نه‪ .‬ځکه خو زه ھلته ورغلم‪ .‬په دې‬
‫دريو کالو کی د ھند زمکې ما ته علم او ډٻر درناوې راکړو‪ .‬خو اوس د‬
‫تگ وخت دی‪ ".‬کيم ورته وويل‪ ،‬ما يو حکيم درته رابللی دی چې عالج‬
‫دی وکړي‪ .‬المه وويل‪ " ،‬زه خبر يم چې زما روح به نور څومره وخت په‬
‫دی وجود کی پاتې وي‪ ،‬وگوره زما د ازاد کيدو وخت رانږدې دې‪".‬‬
‫کيم ھغې ښځې ته وويل‪ ،‬چې دوي به دوه دری ورځې پلي سفر کوي او د‬
‫الری لپاره ورته ډوډۍ پکار وه‪ .‬وروسته کيم د ډوډۍ توبره په اوږه‬
‫واړوله‪ ،‬د المه الس يې ونيولو او له غرونو بلې خوا‪ ،‬ښکته لوري ته يې‬
‫مزل پيل کړو‪ .‬المه د خپل پورا توان سره روان و خو کيم پوھيدو چې دی‬
‫ناروغه و‪ .‬کله کله به يې د ھغه الس پخپله اوږه کيښودو او لکه د امسا به‬
‫يې د ھغه کمزورې وجود په الره وړلو‪ .‬د شپې به يې په يوځاې کی اور بل‬
‫کړو او دی به يې په کمبلو کی تاو کړو‪ .‬زارۍ يې ورته وکړې چې بل‬

‫‪84‬‬
‫سھار به يو کلي کی ايساريږي‪ .‬خو المه د ده خبره نه منله‪ .‬کيم ورته‬
‫پښې چاپي کولې او د ټولو اړتياو خيال يې ساتلو‪ .‬ھغه اوس د پٻټي او د‬
‫المه د وړلو نه ستړې و خو زيار يې ايستلو چې المه خپل منزل ته‬
‫ورسوي‪ .‬په بله ورځ دوي د واورې په يو داسې طوفان کی راگير شول‬
‫چې الره يې نه شوه ليدې‪ .‬اخر په يو ځاې کيم راپريوتو او داسی احساس‬
‫يې وکړو لکه چې په ھواکی الوځي‪ .‬بيا د ده زھن په تيارو کی ډوب شو‪.‬‬
‫څو ورځی وروسته کيم چې سترگې وغړولې نو په يوه توده کوټه کی په‬
‫کټ پروت و‪ .‬د ده سر ته محبوب علي او المه دواړه ناست وو‪ .‬د دوي‬
‫په ليدو کيم د پاڅيدو ھڅه وکړه خو بی شيمې و‪ .‬د کړکۍ نه بھر ھوا ورته‬
‫بدله ښکاريده‪ .‬دوي په يوه گرمه سيمه کی وو‪ .‬کيم وويل‪" ،‬زه لکه چې‬
‫سل کاله اوده ووم‪ ".‬محبوب علی وويل‪ ،‬ښه ده چې اوده وې او په ھغه‬
‫واورو کی مړ نشوې‪ .‬ھری بابو شمله کې راته ټول حال تيرکړو‪ .‬کله چې‬
‫کرايټن ته په غوز کی ستا ليک راورسيدو‪ ،‬نو مونږ پوه شو چې ستاسو‬
‫وړاندی تگ به درته خطرناک وي‪ .‬ھم ھغه وخت مو تاسو پسې خلک‬
‫ورواستول او قسمت مو ښه و چې دواړو ته پر وخت کومک ورسيدو‪.‬‬
‫کيم المه ته وکتل چې خپلې تسبې يې اړولې‪ .‬د ده باور نه کيدو چې دی به‬
‫ژوندی وي‪ .‬ھغه راپاسيدو د ده پښو ته يې الس يوړو نو ده ورته په سر‬
‫الس کيښودو‪ .‬بيا يې وويل‪ " ،‬زمونږ لټون پاې ته رسيدلې دې‪ .‬ھلته په‬
‫غرونو کی زه ناروغه ووم او نږدې وه چې خپل ځان می مرگ ته وړاندی‬
‫کړی وې‪ .‬خو بيا يو غږ راته وويل‪ " ،‬چې ته نه وې‪ ،‬نو دا ماشوم به څه‬
‫کوي؟ " د دی پوښتنې ځواب راسره نه و‪ .‬ته بې ھوشه پروت وې او زه‬
‫خبر ووم چې تا د بيرته تگ الره نشوه موندلی‪.‬‬
‫بيا راکی دومره زور پيدا شو چې ته مې له ھغه ځايه راوويستې لکه چې‬
‫څوک مھې له اوبو راباسي‪ .‬يو غږ راته وويل‪ ،‬سيند ته ورشه‪ .‬ما چې‬
‫ښکته وکتل نو ھغه سيند چې ما لټوو راته مخکی بھيدو‪ .‬ما د سيند په اوبو‬
‫کی ټوپ کړ او چې تری راوتلم نو ځان می بيا د انسان په وجود کی وليدو‪.‬‬
‫ھغه وخت مې احساس وکړو چې زه د ټولو گناھونو نه پاک شوم‪ ".‬کيم د‬
‫ھغه په شونډو يوه موسکا وليده‪ .‬داسې موسکا چې يواځې خپل منزل ته‬
‫رسيدلي کس په شونډو ښکاري‪.‬‬

‫‪85‬‬
‫پاې‬

‫‪86‬‬
87

You might also like