Professional Documents
Culture Documents
ليکوال
ارنسټ ھيمنگوې
ژباړه او خالصه
صفيه حليم
مارچ ٢٠١١م
1
بيا په سختو واوروکی اوزگار شو او ټوله ورځ به دننه ناست و .د شرابو
په څښلو مو ځان گرموو .يوه ورځ مو بنډار تود و چې ما د خپلې ډلې
ځوان اطالوي پادري نه د ده د ھيواد د نورو سيمو په اړه وپوښتل .زمونږ
د ډلې مشر تورن راته وويل ،اوس ته اوزگار يې او کولې شې چې روم،
نيپلز او سسلي ته والړ شې.
پادري .زما مور پالرپه ابروزي کی ژوند کوي،ھلته که والړې نو تا به د
خپلو زامنو په شان ووساتي.
جگړن) .په خندا( پام کوه ابروزي کی له دی ځاې نه زياتې واورې
کٻږي .پادري صيب ،پرٻږده چې د اطاليې تاريخي ښارونو سٻل وکړي.
تورن .يو څه اطالوي ژبه ھم زده کول پکار دي چې ځان پری پوھه کړې.
جگړن .ته بايدرخصت واخلې او تفريح وکړې.
تورن .زه به درسره والړ شم او ټول ځايونه به درښکاره کړم.
جگړن .بيرته به ځان سره عکسونه راوړی.
پادري .ته ابروزي ته والړ شه ،ھلته ساړه ډٻر دي خواسمان يې شين وي.
زما مور پالر سره به پاتې شی .پالر مې ډٻر لوې ښکاري دې ،ښکار ته
به دی بوځي.
زه والړم او چې د سيل نه وروسته بيرته راغلم نو ھلته زيات شمير توپې
مې وليدې .يو څو نور روغتونونه ھم جوړ شوي و او د بريطانيې
اوسيدونکي پکی ډٻرښکارٻدل .واوره اوس ويلې شوې او ځاې ځاې شنه
راټوکيدلي و.
دروازه پرانستې وه او يو پوځي په بنچ پيتاوي ته ناست و .څنگ ته په
دروازه يو ايمبوالنس والړ و او زه چې دروازې کی وردننه شوم نو ھلته
ھم ھغه د مرمرو د فرش او د روغتون بوي خپور و .زمونږ د ميشت ځاې
ھم ھغسې و،څنگه چې مې پريښې و .توپير يې د سپرلي د موسم و.
جگړن پخپل ميز ناست و او کاغذونو ته يې کتل .زه يې نه وم ليدلې او ما
شيبه سوچ وکړو چې دننه ورشم او که بره خپلې کوټې ته والړ شم او ځان
صفا کړم .بيا می فيصله وکړه چې بره به ورشم .
ھغه کوټه چې زه او رينالډي پکی ميشت و ،ھم ھغسې وه .زما په ليدو يې
رانه پوښتنې وکړې چې کومو ځايونو ته والړم .ھغه ته مې نومونه ياد
کړل ،ميالن ،فلورنس ،روم ،نيپلز.او بيا مې وپوښتل چې دوي ژمې څنگه
تير کړو .راته يې د واورو ،ساړو ،زيړي ،نمونيه ،او د پښو السونو د
2
کنگل وھلو حال راکړو .دا يې ھم وويل چې راتلونکې اوونۍ به بيا جنگ
پٻل شي او پوښتنه يې رانه وکړه چې دی سږ کال واده وکړي که نه؟ ما
ورته وويل ،په واده کی ځنډ مه کوه .بيا ده رانه يو څه پيسې وغوښتې نو
ما ورله پنځوس "ليرې" ورکړی.
په ھغه شپه مونږ په لنگرخانه کی ناست و او ما ټولو ته د خپل سفر کيسې
کولې .پادري يو څه مرور ښکارٻدو چې زه ابروزي ښار ته ولې نه وم
تللې .ده خپل پالر ته ليک ھم استولې و او ھغوي راته تياري کړی وه خو
زه نه پوھٻږم چې ولې والنړم .ده ته مې د قناعت ورکولو ھڅه وکړه او
ورته مې وويل چې بس ونشوه .اخر دې قانع شو چې کله کله ھغه څه چې
مونږ يې غواړو نه کٻږي.
په بل سھار زه د ھغو توپو په ډزو راويښ شوم چې زمونږ کور شا ته په
مورچو کې ايښي و .له کړکۍ مې وليدل چې پوځي الرۍ په سړک روانی
وی .ژر ژر مې جامې بدلې کړې ،پخلنځي کی مې کافي وڅښله او گراج
ته والړم .گراج يو لوې څپر و چې د ټين چت يې لرلو او ورالندې لس
ايمبوالنس گاډي به په قطار والړ و .په دی کی به مونږ زخميان له
محازونو راوړل .د يو گاډي کولمې بھر پرتې وې او څو کسان يې په
جوړولو لگيا و .وروسته زه دغونډۍ د پاڅه جوړ سنگر ته والړم .مونږ
چې د کومې فرقې سره کار کوو ،ھغې د يوی لوې حملې پالن جوړ کړی
و .دوي به د سيند د الری تنگې درې نه پورې وتل ،ھلته له مورچې نيولو
وروسته به يې جنگ کوو.
زه چې بيرته خپلې کوټې ته والړم نو رينالډي ځان جوړ کړی تيار ناست و.
ما ھم مخ السونه ووينځل او دواړه د ښار مرکز ته والړو .د رينالډي يوه
نرسه کاترين خوښه شوی وه چې د بريطانوي روغتون کی يې ليدلې وه .دا
روغتون لنډ وخت کی په يوی ماڼۍ کی جوړ شوې و .د ونو نه وراخوا د
روغتون په باغ کی می د دوو نرسانو سپينې جامې په نظر راغلې .يوه
پکی کاترين وه او مونږ دواړو دوي ته پوځي سلوټ وکړو .ھغه بله نرسه
"ھيلن فرگيسن" نوميده .کاترين په الس کی يو ښکلې متروکه نيولې وه چې
د څرمنې الستی يې لرلو .راته يې وويل چې يو ټپي بيگا شپه په روغتون
کی مړشوی و او د ده مور ورته دا نښه را استولې وه.
ما تر ډٻره وخته د کاترين سره په انگريزي ژبې خبری کولې او کله کله
مې رينالډي ته په اطالوي کی ژباړلې .بيرته په الره راته رينالډي وويل،
3
کاترين تا خوښوي او زه به تری الس واخلم .ما وخاندل خو په بل
ماسپښين مې ھم ھغه روغتون کی د ايمبولنس وړلو وروسته د يوې نرسی
نه د کاترين پوښتنه وکړه .دی راته وويل ،ښه ښه ته ھغه امريکاي يې چې
د اطالوي پوځ سره کار کوی؟ بيا يې وويل ،ولې دې مونږ سره کار نه
کوو؟ ما ورته وويل ،زه د جنگ پر وخت اطاليې کی وم او بله دا چې د
دوي ژبه مې زده ده.
محاز ته په بله پيره کی زمونږ د ايمبوالنس مخ ته بم پريوتو نو مونږ
ودرٻدو .يو بم د سړک په منځ کی خاورې باد کړي .څو شيبې وروسته
ډزې بندی شوې نو مونږ روان شو او ما خپل استوگنځي ته مخه کړه .له
ډوډۍ وروسته بيا د بريطانيې روغتون ته والړم او د کاترين سره مې
وليدل .دا په اصل کی د سکاټ لينډ اوسيدونکی وه .راته يې وويل چې د
دی کار له نورو نرسانو توپير لري او د جنگ خبری يې کولې.
ما ورته وويل راځه د جنگ خبرې به نه کوو .په تياره کی ما د دی مخ د
سپوږمۍ په رڼا کی ليدو او ډٻره ښکلې راته ښکاره شوه .په ځان مې
اختيار نه شواو د دی د ښکلولو ھڅه مې وکړه .دی راته په مخ يوه داسی
کلکه څپٻړه راخالصه کړه چې پوزه يې راله خوږ کړه او په سترگو کی می
له درد نه اوښکی راغلې .کاترين رانه بخښنه وغوښته او وې ويل ،زه نه
غواړم د نورو نرسانو په شان ووسم ،خوږ مې کړې؟ ما ورته وويل ،ھيڅ
خبره نه ده .تا ډٻر سم کار وکړو .خو په زړه کی ورته په قھر ووم .ھغې
وخاندل خو بيا غلې شوه او زه پوه نشوم چې څه وخت يې په سترگو کی
اوښکې راغلې .په ژړغوني غږ يې وويل ،ته به ما سره سم چلن کوې.
ځکه زمونږ ژوند ډٻر عجيبه دی .څو شيبې وروسته زه د ھغې سره د
روغتون تر دروازې والړم او ھلته دی راته په مخه ښه وويل.
راتلونکی دوه ورځې زه په کار بوخت وم .ھوا گرمه وه خو مونږ ته يې
ويلي و چې په ښارکی ھم د اوسپنې خولۍ به په سروو .زما به دومره
گرمي وشوه چې خولۍ به مې په الس کی گرځوله .د گٻسو )غاز( نه د
ژغورنې ماسکونه يې ھم راکړي و او ھر چا ته امر شوی و چې يوه تماچه
)طفنچه( به له ځانه سره ساتئ ،ان چې ډاکټرانو ته يې ھم دا تماچې ورکړی
وی .که چا دا امر نه منلو نو وبه نيول شو.
رينالډي د تماچې په پوښ کی ښه ډٻرد تشناب کاغذ ايښې و .ما يو څو
ورځې د خپلې تماچې د کارولو لپاره پری نښې ويشتلې .خو د ډز پر وخت
4
يې شپيلۍ دومره خوځيده چې نښه به خطا شوه .د څو ورځو د تمرين نه
وروسته مې يوه الره وموندله چې په شل گامه کی به څنگه د نښې منځ
ويشتل کٻږي .خو د دی په گرځولو ما د شرم احساس کوو ،په تيره بيا د
انگريزانو مخ ته چې ھلته ھيچا وسله نه گرځوله.
په بل ماښام د کاترين ليدو ته ورغلم .ورته مې وويل چې زه محاز ته تللې
ووم .ھغې گيله وکړه چې ولې می ورته خبر ورنکړو .ما ورله ډاډ
ورکړو چې دا دی اوس بيرته راغلم او لوز می ورسره ورکړو چې زه به
تل د دی ليدو لپاره بيرته راځم .خو زه په زړه کی پوھٻدم چې د کاترين
سره مينه نه لرم او لکه چې د قطعو ) تاش( د لوبی پر وخت څوک د نورو
سره بی مانا خبری کوي ،ھم ھغسې د دی ليدل راته يوه بي مانا لوبه
ښکارٻده.
مونږ په ھم ھغه باغ کی گرځٻدو او دی ته می وويل چې رازه يوځاې
کښينو .د ډبری په يو بنچ کښيناستو نو ما د ھغې الس ونيولو .دی رانه
الس راښکلو ،سترگې يې ښکته کړی او وې ويل ،دا يوه لوبه ده چې مونږه
يې کوو .ما ورته وويل ،کومه لوبه؟ دی وويل ،دومره ساده ھم نه يې چې
زما په خبره پوه نه شې .خو ته ښه سړی يې او دا لوبه په ښه توگه کوې.
خو بيا ھم لوبه لوبه وي.
ماتری پوښتنه وکړه ،ته تل د چا د زړه په خبره پوھيږې؟ دی وويل ،د
نورو خو نه پوھيږم خو ستا د زړه خبره اورم .ته له نورو توپيرلری خو
راځه ژمنه وکړو چې که اړتيا نه وي نو يو بل ته به دروغ نه وايو .ما د
دی نوم واخستو ،کاترين ،نو دی وويل ،ته زما نوم ھم د نورو په شان نشې
تلفظ کولې .بيا کاترين راته وويل ،چې زه د ھغې خوښٻدم خو ضرور نه
وه چې ما ورته د خوښي احساس لرلې وې .دا پاسيده او ما سره يې په
مخه ښه وويل ،د روغتون لوې دروازې کی وردننه شوه او زه ھم ھلته په
بنچ ناست پاتې شوم.
د "گوريزيا" ښار له محاز يو ميل ليرې و اوپکی د ټپيانو او ناروغو د
روغتون ته د وړلو کار ھم زيات شوی و .يوه ورځ په محاز يو پوځي چې
پښه يې ټپي وه ،راته راغلو او وې ويل چې ما پخپل ايمبولنس کی روغتون
ته بوځه .ما ورته وويل ،ستا فرقه جال ده او مونږ اجازه نه لرو ځکه ستا
کاغذونه به د نورو سره وي .د ده له خبروايسيده چې امريکاي و .ما چې د
ده ټپونه وليدل نو پوه شوم چې ځان يې پخپله ژوبل کړی و.
5
راته يې زارۍ کولې چې له ھغه ځاې يې وباسم ځکه ده د خپلی فرقې
روغتون ته تلل نه غوښتل .ھلته به ډاکټر ورباندی پوھه شي او بيرته به
يې محاز ته ورواستوي .ده جنگ نه غوښتو او په دی پلمه يې ځان د ھغې
جنگي محاز نه ويستلو .ما په ايمبوالنس کی کښينولو او په الره يو خوشی
ځاې کی مې ښکته کړو .ورته مې وويل ،خپل سر د څه شي سره وجنگوه
او دلته پريوزه .زه به دی په بله پيره کی اوچت کړم.
ما چې ټپيان روغتون ته ورسول نوخپل تش ايمبوالنس می بيرته ھغه ځاې
ته ورسووچې دی مې پريښې و .له ليرې مې وليدل چې يو بل گاډی د ھغه
امريکاي سره والړ و او دی يې په تسکره اچولو .د ده په سر د اوسپنې
خولۍ نه وه او وينې تری روانې وې .زما په ليدو يې چيغه کړه چې
وگوره دا زما سر ،دوي مې خپل روغتون ته بياي.
د ماځيگر پينځه بجې زه ستړی ستومانه ،له خولو لوند او په خاورو پټ
خپل ميشت ځاې ته راغلم .په گراج کی چې کوم ځاې يې زمونږ گاډي
وينځل ،والړم او ځان مې په اوبو ووينځلو .بيا خپلې کوټې کی مې راپور
وليکلوچې خپل ھيواد ته يې ورواستوم .خو ما سره د ليکلو لپاره څه نه و.
کله کله به مې يو دوه پوسټ کارډونه چې ورباندې د اروپاي ملکونو
انځورونه جوړ و ،د يوې جملې سره ورليږل ،چې ھر څه سم دي.
زما د خپلوانو لپاره دا بس وچې زما د ژوندي کيدو نښه يې ترالسه کوله.
اوس دلته دومره گرمي وه چې مونږ به پخپلو کوټو کی جامې نه اغوستې او
د واورې غوښتنه مو کوله .کله چې اردلي راته سړی اوبه او واوره کوټې
ته راوړل نو له دننه به مو ورته په چيغه وويل چې دا له دروازې سره
کيږده ځکه لڅ به ناست و .بيا چې دی به والړو نو دروازه به مو خالصه
کړه او بالټې به مو پخپله راواخستو.
د ډوډۍ پر وخت به مونږ يو بل ته د خپلو خپلو جنگونو حال ويلو.
يو ماښام د کاترين ليدو ته والړم نو ھيلن لوې دروازې ته راغله او راته يې
وويل ،چې کاترين ناروغه وه او له ما سره نشي ليدې .ما ورته د ښه
روغتيا پيغام ورکړو او بيرته په تياره کی خپل ميشت ځاې ته روان شوم.
ھغه وخت ما ځان ډٻر يواځې احساسوو .د کاترين ليدو ته ورتگ زما لپاره
يو معمولي کار و خو اوس لکه چې په زړه مې يوه تيږه پرته وه.
په بله ورځ مې امر تر السه کړو چې د شپې به يوه حمله کيږي او په
محازڅلور ايمبوالنس گاډي پکار و .مونږ د ماښام په خړه کی روان شواو
6
زه په لومړي ايمبوالنس کی ناست وم .کله چې د بريطانيې روغتون مخې
ته تٻرٻدو نو د ايمبوالنس ډرايور ته مې د گاډې د اودرولو امر وکړو .ده
ته مې وويل چې ورور ورو روان اوسه او که د پله په سر زه نه ووم
نوھلته دی راته انتظار وکړي.
له گاډي می ټوپ کړ او په منډه روغتون دروازې ته والړم .ھلته می د
کاترين د ليدو غوښتنه وکړه .چا راته وويل ،چې ھغه په ډيوټۍ وه او نشوه
راتلې .ما ټينگار وکړو چې يوې شيبې له يې ليدل غواړم .ھغې ته پيغام
ورسول شو نوراغله .د روغتيا پوښتنه می وکړه نو راته يې وويل چې دا
گرمۍ وھلې وه خو اوس ښه وه .زما يونيفارم ته يې پام شواو وې ويل،
کار ته ځې؟ کله به بيرته راځې؟ ما وويل ،نن شپه به په محاز تيرووم،
کيديشي سبا بيرته راشم .ھغې ژر د خپلې غاړي نه يو تعويذ راوويستو او
راته يې په الس کيښودو" .دا د ژغورنې لپاره په غاړه کړه او لوز وکړه
چې سبا به بيرته راځې" .ما ته يې په مخه ښه وويل او د روغتون له
دروازې می منډه کړه .يو واری مې شا ته وکتل نو کاترين ھم ھلته والړه
وه او راته يې الس خوځوو.
په منډه منډه می ھغه پل ته ځان ورسوو چې ايمبوالنس راته په انتظار و.
ايمبوالنس روان شو نو ما په الس کی نيولې تعويذ ته چې په يو زنځير
پئيلې و ،وکتل .بيا مې دا د خپل کميس په جيب کی کيښودو .ډرايور راته
ھم ھغسې يو تعويذ پخپله غاړه کی راښکاره کړو او وې ويل چې دا خلک
په غاړه کی اچوي .ما تعويذ بيرته له جيبه راوويستو او زنځير مې په
غاړه کړو .بيا مې دا د کميس له غاړې وردننه کړواو رانه ھير شو.
وروسته چې زه ټپي شوم نو بيا مې وونه موندلو .ښاي د ملھم پتۍ پر وخت
چرته پاته شوي و .زمونږ گاډي په چټک نورو ته ځان نږدې کړو چې د
الرې دوړې يې بادولې .په يو قافله کی په لومړي گاډي کی کښيناستل په
دی گټه ور وي چې له دوړو خالص يې .د شپی مونږ د سيند سره تلونکی
لوې سړک ته ورسٻدو او د جوارو د پټيو نه وراخوا سنگرونو ته ورنږدې
شو.
د سيند نه پوری غاړې ته د اوبو سره سره می د مشين گنو او د ټوپکو د
ډزوغږ اوريدو .د اوبو شړھار او پکی د غورځيدونکو توکوشور جوړ کړی
و .په اسمان کی د رڼا لپاره ويشتل شوي گولۍ به وچوديدې او لکه د
7
ستورو په ھوا کی يې المبو وھله .چار چاپيره غرونه او ونې به پری
روښانه شول .د بمونوغړمباری مې اوريدو خودا د لږی شيبې لپاره و.
مونږ ايمبوالنسونه په يو ځاې کی منظم ودرول او زه د ډرايورانو د ډوډۍ
لپاره تورن ته ورغلم چې په سنگر کی ناست و .ده لنگر خانې ته زمونږ
لپاره د ډوډۍ پخولو امر وکړو نو زه د اطالوي ډريورانو سره په يوه
مورچه کی کښٻناستم .ھلته ټولو سيگرټ څکول اود جنگ په اړه خبری
کيدې چې څوک به حمله کوي او څوک به پکی بايلي.
پاسيني .د حملې له پالن يواځې کوماندان خبر وي .دی خپلو پوځيانو ته
ټول حال نه واي چې دوي په تيښته نشي.
الپيني .ھو دا دومره لوړ دنگ ځوانان چې پلنې سينې لري ،سرونه يې تش
وي) .ټولو په دې خبره وخندل(
مانيره .که زمونږ پوځيان خپله وسله وغورځوي نو جنگ به نه کٻږي.
الپيني .که دوي داسی وکړي نو خپل کوماندان به يې وژني.
پاسيني .دا ځکه چې ماتې خوړل او د دښمن الس ته ورتلل ال بد کار دې.
مانيره .د يوې غاړی د پوځيانو له خواجنگ نه کول ،څه گټه نه کوي ،که
ټولو غاړو نه ھر څوک وسله کٻږدي نو ھله جنگ بنديږي.
پاسيني .جنگ گټل برياليتوب نه وي .که دوي دا مخامخ غونډۍ ونيسي ،نو
څه؟ بيا به د بلې غونډۍ لپاره جنگٻږي .بيا بل او دغسی به روان
وي .ښه نو په اخر کی که دا ټوله نړۍ ھم راالندی کړي نو څه؟
ھر څوک خپل کور لري ،اتريش خپله زمکه لري ،فرانسه خپله او
اطاليه خپله ،نو جنگ په څه دی؟
مانيره .ته ډٻر ښه تقرير کوی ) .ټولو بيا وخندل(
الپيني .يوه ډله خلک چې د ملک چاری په الس کی ونيسي نو بی عقل
شي .ځکه خو بيا جنگ کوي او زمونږ په شان خلک وژني.
8
ډوډۍ تر اوسه نه ده راغلې .ده ال ځواب نه و راکړی چې بھر يوه گوله
راپرٻوته او ھری خوا ته دوړی شوې.
ما تورن ته بيا وويل ،زمونږ ډوډۍ څه شوه؟ څه د خواړو لرئ که نه؟
جگړن وويل ،سپاگيټي ) ماينچې( درکولې شم ،که خورئ .ما ورته ويل،
ھر څه چې وي ،رايې کړه .ھغه يو اردلي ته امر وکړو چې څو شيبو
وروسته د سړی ميکروني د يو خانک سره راغلو .ما خانک گورديني ته
ورکړواو جگړن ته می وويل ،پنير لرئ .ده په قھر اردلي ته امر وکړو چې
بيا والړو او په يوه شيبه کی يې د سپين پنير يوه لويه ټوټه راوړه .زه
خيمې نه وتلم نو تورن راته وويل" ،بھر مه اوځه!" بيا دوو کسانو يو ټپي
پوځي رادننه کړو نو ما بھر قدم کٻښودو .تورن په چيغه وويل" ،بھر گولۍ
وريږي ،مه اوځئ ".ما په چيغه وويل ،زما ملگري اوږي دي.
گورډيني خانک په الس والړ و او ماته يې کتل .ما ورته اشاره وکړه او
مونږ له خيمې د مورچې لوري ته په منډه شو .زمونږ چاپيره گولۍ وريدې
او دوړې يې بادولې او زما په الس کی سپين پنير پری ولړل شو .په سنگر
کی می په ټولو غږ وکړو چې راځئ توريالو چې ځانونه ماړه کړو .يو
چاقو مې راوويستو او د ميکروني د پاسه مې پنير په وړو ټوټو پريکړو.
يو کس وويل ،مونږ خو پنجې او قاشوغې نه لرو ،دا به څنگه خورو .ورته
مې وويل ،وگورئ .بيا مې په کټې او دويمې گوتې ميکروني راواخستل،
خله می اسمان ته کړه او وومې خوړل .ورپسې مې د پنير ټوټه وخوړه.
خانک مې نورو ته ورکړو او ھر چا تری يوه نمړۍ واخيسته .يو چا
وويل ،دا ميکروني باسي دي .څو ورځې پری تيرې شوي دي .خوټول
اوږي او وار په وار خانک ته يې الس ورغځوو.
زما په خله کی د دی مٻکروني خوند داسی و لکه چې فلز مې خوړل.
زمونږ سنگر نه بھر څه راپريوتل چې زمکه يې وخوځوله .بيا د چر چر
غږ مې واورٻدو او د غړمب د غږ سره د تودې ھوا يو غبار راپورته شو.
ما ساه نشوه راښکلې او ناببره مې ځان په ھوا کی احساس کړو ،داسی لکه
چې د خپل وجود نه راوتلې ووم .ځان سره مې وويل ،دغه مرگ دې ،لکه
چې زه مړ يم .خو بيا د پورته تلو پر ځاې خپل ځان مې پر زمکه احساس
کړو او ساه مې واخيسته.
زما مخامخ زمکه چودٻدلې وه او سر مې د يوی تختې سره لگيدلې و .زما
د سر په حرکت يو چا وژړل ،د خوځيدو ھڅه مې وکړه خو نه می شو
9
کړی .نږدې راته چا غږ کوو نو ما خپله پښه تاو راتاو کړه او ځان مې له
خاورو راخالص کړو .ما سره څنگ کی پاسيني ډرايور پروت و چې يوه
پښه يې نه وه او بل يې تر زنگانه پری شوی وه .ده د درد له السه
زږيروي کول ،مريم مور ،مقدس مريم ،عيسا پيغمبر ،اې ښکلې پيغمبر
پخپل غيږ کی مې ونيسه...مريم مور مرسته راسره وکړه .ده پخپلو مټو
خله لگوله اود درد د السه به يې چيغه کړه .بيا غلې شو خو پری شوې
زنگون يې بيا ھم خوځيدو.
ما په اطالوي ژبې د مرستې لپاره څو وار ناره کړه ،پاسيني ته وڅکٻدم او د
ده د کميس توکمې مې ورته پرانستې چې ساه واخلي .خپل کميس می
وويستو ،لمنه مې وشلوله او د ده پری شوی پښه مې د زنگون سره د تړلو
ھڅه وکړه .ما به په گرمۍ کی جرابې نه په پښو کولې خو ټولو ډرايورانو
خپلې پښې په اوږدو جرابو پټولې .ما د ده له پری شوي پښې جراب
وويستلو چې يوه کلکه پټۍ تری جوړه کړم او د ده وينه پری بنده شي .خو
ھغه وخت می احساس وکړو چې د دی پټۍ ھيڅ گټه نه وه.
پاسيني مړ و .يو څوک په سنگر کی زمونږ مرستی ته راغلل نو ورته مې
وويل ،دلته مونږ پينځه کسان و .يو ډريور مړ شوی دې ،درې نور به ھم
دلته وي .لټون يې وکړئ .دوو کسانو زما په تخرگونو کی الس وردننه
کړو او زه يې پورته کړم .زما پښې ځوړندی وی او يوکس مې پښو ته
الس واچوو .ھلته تسکره نه وه چې زه يې ايمبوالنس ته اوړی وې .يو
چا نه می د خپلو نورو ملگروپوښتنه وکړه .دوي راته د يو يو حال ويلو
چې ناڅاپه يو درز وشو او دوي پر زمکه پريوتل .زه يې ھم غوځار کړم
نو له خلې مې ښکنځله راوتله .دوي بخښنه وغوښته او زه يې بيا پورته
کړم .د سنگر نه وراخوا پر زمکه ډٻر مړي پراته و.
د ملھم پتۍ د خيمې پرده چې به د تسکرو د اوړلو راوړلو لپاره پورته شوه
نو دننه په رڼا کی می ډاکټرانو سورمخونه ليدل چې لکه د قصاب لستونړي
يې تر اوږو خيجولې ،په ټپيانو اخته و .کله چې يې زه دی خيمې ته وو
رسولم نو يو ډاکټر يې راته راوستلو او ده زما په دواړو پښو پټۍ تاو کړی.
د ايمبولنس چلوونکي ځينې ټپيان شوي و او زه يې ھم ھلته په انتظار
کښٻنولم.
د بريطانيې طبي ډلې دوه ايمبوالنسونه راستولي و چې دوه انگريزان
ورسره و .يو لوړ دنگ کس چې عٻنکې يې په سترگو وي ،زما خوا ته
10
راغلو اوپوښتنه يې وکړه" ،ستا دوه ډريوران وژل شوي دي؟" ما ورته
وويل ،يو مړ دې خو بل سخت ټپي دې او گاډې نشي چلولې .ده ته مې
خواست وکړو چې زمونږ دوه گاډي دی پخپل واک کی واخلي چې نور
ټپيان ھم روغتون ته ورسول شي .ھغه سړی چې ما سره يې په انگريزي
ژبه خبری کولې ،زما ملگرو سره يې روانه اطالوي ويله ،خيمې ته والړو
او لږه شيبه وروسته راوتلو نو يو تسکره يې رانږدې کړه.
ما وويل ،زه ښه يم ،ھلته زما نه په بد حال ټپيان پراته دي ،د ھغوي غم
وخورئ .ده راته وويل ،راځه راځه ،ډٻر د ځان نه اتل مه جوړوه .بيا يې په
اطالوي کی د تسکری اوړونکو ته وويل ،دی په پام راپورته کړئ ،گوره
پښو يې سخت گوزار خوړلې دې .دی د صدر ولسن قانوني زوې دې .
دوي زه خيمې ته يوړم او پر يو ميز يې سملولم .ھلته کوم ډاکټر چې زما پر
پښوپټۍ تړلې وې زه يې وپيژندلم او ستړي مه شي يې راته وويل.
لوړ انگريز ورته په اطالوي کی وويل ،تر څو چې زمونږ ايمبولنس راځي،
دی به ھم دلته وي .په ده پام کوئ چې د امريکې د سفير زوې دې.
ھغه له خيمې ووتلو نو ما وليدل چې په ھر ميز د ټپيانو درملنه کيده .دوه
ډاکټران په ما اخته شول .پتلون يې رانه ليرې کړو او يو کس بل ته زما د
ټپونو په اړه وويل ،بل کس په يو کاغذ دا ھر څه ليکل .د لينگو او
زنگانونو د ټپونو نه وروسته ،ده زما سر له الس يوړو نو د درد احساس
می وکړو .ده په زوره وويل" ،ماته کپرۍ" .بيا يې وويل " ،د دی خبری
ثبوت دی چې تا ځان پخپله نه دی ټپي کړی".
دوي زما زنگنونو ته چړې نيولې وې او کله به يې غوښه او کله څرمنه
پری پريکوله .کله کله به زما له خلې يوه چيغه راوتله خو دوي خپل کار
کوو .يو تن راته د سر ټپونه پاک کړل اوپه پټيو کی وپوښلو .کله چې
دوي زه له خيمې ويستلم نو په سترگو مې تياره شوه خو دومره مې احساس
کوو چې دوي زه يوايمبوالنس کی وردننه کړم .ما سترگې پرانستې وې او
دننه په معمولي رڼا کی مې وليدل چې راسره يو بل کس ھم بې ھوشه په
تسکره کی پروت و .گاډې روان شو او د الرې ھر تيندک زما په سر لکه
چې گوزارونه کول.
په تياره کی مې څه نه ليدل خو ھر يو غږ ته مې پام و .ناڅاپه د څاڅکو
غږ مې واوريدو چې د گاډي په فرش پرٻوتل ،داسی لکه چې د مات نل نه
يوه يوه قطره اوبه څاڅي .ما ورته غوږ ايښې و چې څاڅکي په تيزۍ
11
وغورځيدل نو د ډرايور لوري ته مې د گاډي ديوال وټکوو .ھغه انگريز د
ډريور شا ته يوې تختې په ليرې کولو چيغه کړه چې څه چل و .ما ورته
وويل" ،د دی بل کس له ټپونو وينې روانې دي ،څه غم يې وخورئ ".ده
بيا چيغه کړه چې اوس ښار ته نږدې يو او موټر نشو ودرولې .ما په زوره
وويل ،ښاي ترھغې مړ شي .څو شيبی وروسته دا څاڅکي ورور ورو
غورځيدل او اخر بند شول.
زما د اپرٻشن نه وروسته يې د جنگي روغتون په يوه کوټه کی پر کټ
سملولم .ھلته څو کټونه په قطار ايښي و او په ھر يو ټپيان پراته و.
ماځيگر به يو دوه کسان زمونږ پوښتنې ته راتلل .گرمي سخته وه او مچان
به ھری خوا بنگيدل .زما اردلي د کاغذ اوږدی ټوټې په يوې سوټۍ تړلې
وې او په دی به يې رانه مچان شړل .مچان به والړل په چت کښٻناستل
خو کله چې اردلي به الس ودروو او يا به ويده شو نو بيا به راباندی راټول
شول.
بيا د دی مچانو په شړلوشړلو يو وخت خپل مخ به مې په السونو پټ کړو
او ويده به شوم .کله چې زه به يې د ملھم پټۍ ) پاسمان( له بوتلم نو سخت
به په تکليف ووم .يوه ورځ رينالډي زما پوښتنې له راغلو .زما پښې يې
ښکل کړی او راته يې وويل،
رينالډي .تا ته به د برونزو ميډال ورکول کيږي.
زه .د څه د پاره؟
رينالډي .ته په جنگ کی ټپي شوی يې .که تا سره ثبوت وي چې په جنگ
کی دی ميړانه کړی ده نو بيا به نقريي ميډال درکوي .راته ووايه
چې کله ته ټپي شوې نو څه دی کول؟
زه .ما ھغه وخت پنير خوړل او ھيڅ ميړانه می نه ده کړی.
رينالډي .ټوکی مه کوه .که تا له سنگر خپل ملگرې يا بل څوک ټپي په
اوږو خوندي ځاې ته اوړلو نو دا يوه لويه ميړانه ده .تورن به درته
په اسنادو دستخط وکړي.
زه .ما ھيڅوک نه دي ژغورلي ،زه د خوځيدو نه ووم ،پښې مې ماتې
وې.
رينالډي .پرواه نه لري ،خو تا ھغه انگريز ته نه وو ويلي چې ستا نه
وړاندې دې د نورو درملنه ووشي.
زه .ويلي مې و ،خو دومره په کلکه نه چې څوک راته ميډال راکړي.
12
رينالډي .خير دې مونږ به ووايو چې ته ھر وختې د محاز په لوري په
لومړي گاډي کی ورتلې او د خطر پرواه دی نه کوله .ھلته يو
انگريز ھم و ،کيدٻشي چې تا ته د بريطانيې حکومت ھم يو ميډل
درکړي
ما يو سوړ اسولې وکړو او سترگې مې پټې کړې .ما د کاترين په اړه سوچ
کوو خو نه مې غوښتل چې ھغه له ما خبر شوې وې .په دی
روغتون کی ما خپل ځان لکه د ماشوم احساس کړو .د ماښام له
تياره وړاندې به يې ډوډۍ راکړه ،د تياره سره به رڼاگانې بندې شوې
او مونږ ته به يې د ويده کيدو وويل .يو ماښام ما ښوروا وخوړه او
لوښي يې رانه يوړل نو څوک زما کټ څنگ ته ودرٻدل .دی زمونږ
د ډلې اطالوي پادري و .زما حال يې وپوښتلو او يوڅو غوټې يې
زما د کټ سره کيښودې .دی لنډ وخت له راغلی و خو په څو شيبو
کی يې راته وويل چې له جنگ څومره ويزاره و .په غوټو کی يې
را له د مياشو جال ) پشه خانه( د ولوستلو لپاره څو انگريزي ورځ
پاڼې او يو د شرابو بوتل راوړي و.
په بله ورځ يو جگړن راغې او پوښتنه يې رانه وکړه چې د سفر کولو توان
مې لرلو .ما وويل ھو اوس ښه يم .کله چې دوي زه د پټۍ لپاره له کټ
پورته کړم نو له کړکۍ مې وليدل چې مخامخ چمن له نويو قبرونو ډک و.
يو ترکاڼ ) نجار( د لرگي د تختو نه صليبونه جوړول .څو ورځې وړاندی
ده راته د تش کارتوس نه د سيگرټ لگيت )اليټر( جوړ کړی و .ډاکټرانو
غوښتل چې ما د ميالن ښار ته ورواستوي ،ځکه ھلته د ايکسری ماشينونه
ښه و او د عملياتو نه وروسته د ھډوکوعالج کيدې شو .په بله ورځ د
ميالن لپاره زما سفر پيل شو او دوه ورځې مې په اورگاډي کی تٻر کړل
چې راباندی سخت تمام شوی.
په ميالن کی يو ايمبوالنس کی يې واچولم او امريکاي روغتون ته يې بوتلم.
دوو کسانو تسکره لفټ ته يوړه خو دا دومره پلنه وه چې د لفټ دروازې کی
نشو وردننه کيدې .ما ته يې په تخرگونو کی السونه ورکړل اوپه لفټ کی
يې څلورم پوړ ته وخيژولم .خو ھلته ھيڅوک نه و چې راته يې کوټه
پرانستی وې .مونږ په دھليز کی والړ و او يو کس ته مې وويل چې ښکته
ورشي او نرسه دی راولي .يوه سپين سری نرسه راغله او ما ته يې په
13
انگريزي ژبی وويل ،زه په اطالوي نه پوھٻږم .ما ورته په انگريزي کی
وويل ،خير دې ،ما سره په انگريزي کی خبری وکړه.
نرسې راته وويل چې دوي ته چا د نوي مريض په اړه خبر نه دی ورکړی.
ما ورته خواست وکړو چې يوه تشه کوټه کی مې واچوه .ھغې وويل ،مونږ
يوه کوټه ھم تشه نه لرو .ما اطالوي خدمتيانو ته د ھغوي په ژبه وويل،
ورشئ که يوه کوټه تشه وي ،ما پکی وردننه کړئ .يو کس راته وويل،
ټولې کوټې تشې دي ،ته د دی روغتون لومړی مريض يې.
تر ھغې زما حوصله ختمه او د درد زغم مې نه لرلو نو په چيغه می ورته
وويل ،د خداې لپاره يوه کوټه کی مې سملوئ .دوي ژر د يوې کوټې
دروازه پرانسته چې ھر څه پکی نوي و او زه يې په کټ سملولم .ما د
ډاکټر غوښتنه وکړه نو نرسی راته يې وويل چې ھغه په بل ښار کی و .بيا
مې د "کاترين برکلې" پوښتنه وکړه نو راته يې وويل چې په روغتون کی
په دی نوم څوک نرسه نه وه .خدمتيانو ته می يو څه پيسې ورکړی او ټول
رانه والړل .شيبه وروسته زه تږې شوم او داوبو لپاره می د کټ سره
جوخت لگيدلې زنگ وغږوو خو ھيڅوک رانغلل.
زه ھم ھغسی ويده شوم .سھار يوه ځوانه نرسه راغله او زه يې پاک کړم.
بيا سپين سری ھم راغله او دواړو راته پاکی جامې واغوستی او درې
گيالسه اوبه مې وڅښلې .دوي راته وويل چې ډاکټر ته خبر ورکړی شوی
دی او دی به نن سبا کی راشي.
په بله ورځ ځوانې نرسې راته وويل چې د شپې کاترين نومې نرسه زما
ليدو ته راغلې وه خو زه ويده وم .ما تری غوښتنه وکړه چې يو ناي )ډم(
دی راته راولي چې ږيره او ويښته جوړ کړم .کله چې ډم راغلو نو ما تری
د ښار حال وپوښتلو ،خو ده سم ځواب نه راکوو .راته يې وويل ،په ھره
کوڅه کی د اتريش موټری گرځي او زه د خپل ملت دښمن سره خبری نه
کووم .زه غلي شوم چې ھسی نه د ږيرې خريلو پر ځاې دا چاقو راته په
خيټه کی وومنډي .د ده کار چې خالص شو نو پٻسې مې ورته ورکړی .د
ماتو پيسو بخشيش يې رانه وانخستو او په قھر ټولې سيکې يې پر ميز راته
پريښودي او والړو.
ما يو خدمتي راوغوښتو او پوښتنه می تری وکړه چې دا ډم ليونې و؟ ھغه
وخاندل او وې ويل ،دی داسی پوه شوی و چې ته د اتريش اوسيدونکی يې.
ھغه په زوره زوره وخاندل نو ما وويل ،که په چړه يې زما څټ غوڅ کړی
14
وی نو اوس به دی ژړل .دی چې له دروازې ووتلو نو څوک رادننه شول.
دا کاترين وه او له وړاندی راته ډٻره ښکلې ښکاره شوه .ما سره يې
روغبړ وکړو او زما د کټ سره جوخت په کرسۍ کښٻناسته .مونږ تر ډٻره
وخته خبری کولې او ما نه ھير شول چې زه په روغتون کی وم .ھغې
راته وويل چې ډاکټر به ماځيگر ته راورسيږي .ما غوښتل چې ھغه ښکل
کړم خو په سخته يې منع کړم او راته يې وويل ،ستا حالت ښه نه دی .بيا
يې وويل ،د نورو خلکو په وړاندی به ډٻر احتياط کوې چې دا زما د کار د
اصولو خالف خبره ده.
ماځيگر محال ډاکټر راورسيدو او سمدالسه يې د ايکسری لپاره بوتلم .د
دی مشينونو چلوونکي ډٻر په جوش لگيا و او زما په زنگون او لينگو کی
يې د اوسپنې وړی ټوټې وموندلې .راته يې وويل چې ماښام به د ايکسرې
د ماشين عکسونه راته ښاي .ډاکټر راته يوه نوی دارو وښودل چې د
عملياتو پر ځاې به يې ومښلو او د درد احساس به يې ليرې کړو.
ده د سټيلو)فوالد( جوړ نويو اوزارو په کارولو زما د پتون له غوښې د
اوسپنې څو وړی ټوټې راوويستلې چې ما پخپلو سترگو ليدلې .وروسته يې
خپلې کوټې ته بوتلم او ماښام راته کاترين ھغه عکسونه راښکاره کړل چې
پکی زما د ھډوکو او پکی خښ فلزي ټوټې مو ليدې شوی .ما کاترين ته
وويل چې راسره پاتې شي .خو ھغې عکسونه بيرته په يو لوې سور رنگ
پاکټ کی کيښودل او د بيا راتلو د لوز سره له کوټې ووتله.
په بله ورځ دری ډاکټران راغلل او زه پوه شوم چې دوي ټول په خپل
مسلک کی کمزوري و ،ځکه کله چې ډاکټران په ډلو کی گرځي نو د يو بل
نه مشوره اخلي او پر ځان باور نه لري .په دوي کی يو جراح و ،راته يې
د عالج په اړه معلومات راکړل چې شپږ مياشتې وخت يې اخستو .زما دا
خبره خوښه نشوه .ھغه ډاکټر می راوبللو چې زما له پتون يې د اوسپنې
ټوټې ويستې وې او ورته مې وويل چې زه شپږ مياشتې په کټ نشم تيرولې.
ده وويل ،ضرور نه ده چې ته دی په کټ پروت اوسې .مونږ غواړو چې
لومړی ستا پرھرونه لمر وخوري چې ژر جوړ شي .بيا به نوری ټوټې
درنه وباسو او ورپسې به د ھډوکو د جوړٻدو عالج پيل کيږي.
ما ورته وويل چې زه په ھغه ځوان سرجن )جراح( باور نه لرم او ما ته
دی بل ښه کس راوغواړي .ده راته د ځوان صيفتونه کول خو ما نه منل.
اخر يې راته د يو بل سپين ږيري جراح نوم واخستو چې ما پٻژندلو اوپه بله
15
ورځ يې راوغوښتو .ھغه د راتلو سره سبا ته د لومړي عملياتو فٻصله
وکړه او راته يې وويل" ،ته بايد نن د شپې څه ونه خوري".
کاترين د شپی تر ناوخته راسره وه .په بل سھار زه يې عملياتو ته بوتلم
اوچې په ھوش کی راغلم نو پخپل کټ پروت وم .نرسه راغله نو راته يې
وويل چې عمليات دوه نيم ساعته روان و .ما غوښتل چې کاترين ووينم خو
ھغه په ډيوټۍ نه وه .اوس په دی روغتون کی نور مريضان ھم راوړل
کيده او کاترين به پخپل نوبت د دوي پالنه کوله.
يوه ورځ نرس ھيلن فرگيسن زما ليدو ته راغله او ټوکی يې راسره کولې
چې ما په سرگوزار خوړلې و او ښاي يو څه ليونې شوې يم .زما ټپونه
جوړ شول نو کله کله به له کټ ښکته کيدم .کاترين به د رخصت پر ورځ
زه په څرخي څوکۍ کښٻنولم او بھر به يې وويستلم .په ماځيگر کی به ھوا
سړه شوه نو په پارک کی به کښٻناستو .ورو ورو زما په پښو کی توان پيدا
شو او زه به کله کله په ډانگورو وگرځيدم .کله د کوټې مخ ته د برنډې په
يو چوکۍ کښٻناستم او په اسمان کی مې د توتکيو سٻل کوو.
د روغتون په ښکته پوړ کی د نرسانو د اوسيدو ځايونه و .يوه ورځ کاترين
زه په پټه خپلې کوټې ته بوتلم او ھلته می د دی سره ښې ډٻرې خبری
وکړی .د کار پر وخت به د ټولو نرسانو ويښته په خوليو کی پټ و او ما
چيرې د کاترين ويښته نه و ليدلي .اوس دی خولۍ او له تاو شويو ويښتو
سيخونه ليرې کړل نو ما وليدل چې ھغې څومره لوې او ښکلې ويښته لرل.
مونږ د راتلونکي ژوند په اړه خبری کولې او غوښتل مو چې واده وکړو
خو د جنگ له کبله راته اندٻښنې وې.
ما به ورځپاڼو کی د يوی او د بلی غاړی د برياو خبرونه ولوستل او ارمان
مې کوو چې دا جنگ ژر پاې ته ورسٻږي .اوړې ھم دغسی تير شو او د
مني په سر کی ما له ډانگورو ځان خالص کړو او د يوی امسا سره مې
قدم وھلې شو .خو کله چې زه به د کاترين سره ښار ته تلم نو ډانگورۍ به
راسره وې ،ځکه کاترين بيا را سره په اسانه راتلې شوه .که داسی مې نه
وی کړی نو ټولو به ھغی ته پيغور ورکوو.
بيا زما د ھډوکو عالج ھم پٻل شوې و چې د زنگون د تاوولو تمرين و.
څو ورزشونه د پلې د نرمولو او د بندونو د تاوولو لپاره يې راباندی کول.
کله به يې مالش راکوو او کله به په تودو اوبو کی کښٻناستم .زما د ھډوکو
معاينه وشوه او د تداوي ټول اسناد يې راته جوړ کړل چې زما فرقې ته
16
ورواستول شول .څو ورځی وروسته يو ليک مې تر السه کړو چې پکی د
دريو اوونيو له رخصت وروستو کار ته د حاضريدو امر شوې و.
کاترين راته خبر راکړو چې د ماشوم سره وه او بيا يې پوښتنه وکړه چې
زه ورته په قھر خو نه وم .ما ورله ډاډ ورکړو نو دی وويل،
17
زه د کاترين سره بازار ته والړم .د وسلې په يو دکان کی مې خپل زړه
طفنچه خرڅه کړه او په بدل کی مې يوه نوی واخسته .د ژمي ھوا سړه
شوی وه او باران ھم کيدو .يوځاې په اس گاډي کی کښٻناستو او زه په
سټيشن کی ښکته شوم ،کاترين می ښکل کړه او کوچوان ته مې د روغتون
پته ورکړه چې دا ھلته ورسوي.
د دوو ورځو د سفر نه وروسته زه بيرته گوريزيا ته ورسيدم او ھلته ھر څه
ھم ھغسې و چې تير ژمي کی مې ليدلي و .زه خپلې کوټې ته والړم او
وومې ليدل چې د رينالډي سامان ھم ھغسې ايښې و خو دی پخپله نه و .کله
چې دی راغې نو له روغبړ وروسته يې زما لينگي او زنگانونه معاينه کړل
او وې ويل ،ته بايد نور ھم په روغتون کی پاتې شوی وې ،ځکه ته روغ نه
يې .ما ورته وويل ،په پښو ودرٻدې شم ،دا راته بس دي .د شپې د ډوډۍ
په وخت می نور ملگري وليدل ،تورن ،پادري ،جگړن ،فريډي .په ډوډۍ
کی د غوښې قورمه وه او خبری د دښمن په اړه وې.
رينالډي .دا د اتريش د افسرانو غوښه ده چې داسی کلکه ده .اې پادري
صيب ته ولې نن غوښه خورې؟ نن خو جمعه ده.
پادري .نن د پنج شنبې ورځ ده.
جگړن .نن په لنگر کی ډٻره خاموشي ده ،ځکه داسی ښکاري ھر څوک
رخصت دي.
رينالډي .دا لعنتي جنگ به کله پاې ته رسيږي؟ دا ھر څه د سينټ پال د
السه دي .اورې پادري صيب؟
جگړن .تر څو مو اتريش په گونډو کړی نه وي ،جگړه به روانه وي.
پادري .خو اتريش که دا جنگ وگټلو نو ھم وسله به نه غورځوي .دوي به
يو نوی محاز پرانيزي.
په بله ورځ زه ھغه غونډۍ ته والړم چې د اتريش پوځ پری پروت و او
ښکته زمونږ پر محاز يې بمبارۍ کولې او زه پکی ټپي شوم .ډٻر عجيب
احساس می کوو .له ھغه ځايه يو سړک ښکته تللې و او د بمباريو له کبله
ډٻر کورونه وران شوي و .د ايمبوالنس ډرايور جينو مې وليدو چې د
جنگ حال يې راته وويلو .په ھغه شپه شوی جنگ اطالويانو گټلې و او
اوس ښکته د وړاندی نه زيات شمير گاډي والړ و.
جينو راته وويل چې د بريطانيې پوځ ھم راغلی و او د اتريش سره بوسنيا
او د کرويشيا پوځونه مله و .له سيند وراخوا اوس په يوې بلې غونډۍ
18
جنگ پٻل شوی و او کله کله به د ډزو غږ مو واوريدو .جينو زه يو کور
ته بوتلم چې پکی د ايمبوالنس گاډي او د دی چلوونکي ميشت و .د کور
بھرني ديوالونه مات و خو دننه خونې د اوسيدو وې .يو وخت د سيلۍ
طوفان راپورته شو او اسمان خړ شو .بيا داسی باران وشو چې ځاې ځاې
ډنډونه جوړ شول.
باران تر ماسپښين ورٻدو او چې لمر راوتلو نو ما بره وکتل .د غونډۍ په
سر اوس د توپو لوږې ښکاريدو .ھغه کورونه چې بمبارۍ کی وران شوي
و د دی ملبه کی په زرگونو د بمونو وړی ټوټې او گولۍ پرتې وې .د
موټرو د تگ الره پاکه کړی شوی وه او مونږ ماځيگر په دوو موټرو کی
لومړۍ ليکې ته روان شو .د سړک دواړو غاړو ته د پروړو څادرونه
ودرول شوي و چې اوس د باران له کبله المده و.
د شپې بيا باران وريدو او درې بجې وې چې مونږ محاز لوري ته نږدې
شو .د کرويشيا پوځ په تياره او باران کی ھم جنگٻدو او د بارودو بوي مې
سپٻږمی سٻځلې .د ټوپکو او د بمونو په ډزو سری رڼاگانی می ليدې
شوی .اخر د مخالف لوري ډزې بندې شوې خو شمال لوري ته ليرې بيا
ھم جگړه کيده .مونږ گاډي ايله درولي و چې د وړاندې ليکو نه يې
لومړي ټپيان راوړل .په دوي کی ځينې په تسکرو ،نور د ملگرو په اوږو
او يو څو پخپلو پښو د بل په اوږه الس ايښې را روان و .دوي ټول المده و
او سخت وحشت وھلي و.
دوه موټرې له تسکرو ډکی شوې .کله چې ما د دوٻم ايمبوالنس دروازه بنده
کړه او پخپل سيټ کښٻناستم نو پر مخ مې الس ووھلو چې د باران اوبه
تری پاک کړم .ھغه وخت زما الس کی د اوبو پر ځاې د يخۍ وړی ټوټې
راغلې .ما بھر وکتل نو د باران سره د واورې بنکي ھم په زوره
راپريوتې.
سھار واوری نه وې خواسمان خړ و او نوی حمله پيل شوی وه .د اتريش
توپونو د ځنگل نه وراخوا له يو کلي بمبارۍ کولې ،بيا دا غلي شول خو
شمال لوري ته سخت جنگ روان و.
مونږ خبر شو چې په جنوب کی دښمن ماتې خوړلې وه او اوس ټول زور
يې شمال ته و .د شپې تورن راته د يو ډگرمن له خلې وويل چې مونږ به
محاز پرٻږدو اوعقب نشيني به وکړو .وروسته دا خبر دروغ وختلو او
راته يې وويل چې په ھر حال به ھم دی ځاې کی دفاعي جنگ کٻږي .د
19
امبوالنس يو ډريور راته وويل چې اوس جرمني په جنگ کی وردانگلي و.
دا د وٻرې خبره وه ځکه د جرمني په گډون اوس د يو سخت جنگ امکان
و .ما د کوماندان نه پوښتنه وکړه چې زمونږ لپاره څه امر و .ده وويل چې
ټول ټپيان دی شا ته ميداني روغتون ته ورواستوو.
زمونږ د تيښتې امکان زيات و ځکه د اطاليې په پوځ فشار ډٻر شوې و .زه
تر اوسه د شا تگ حالت سره نه وم مخ شوی .له ھغه مې وپوښتل چې د
تيښتې پر وخت ،د ټپيانو سره به څه کوو؟ ده راته وويل ،ھر څومره چې
له ځانه سره وړی شي ،وايې خله او نور ھم دلته پرٻږده .ما بيا پوښتنه
وکړه چې په موټرو کی نور څه له ځان سره وړې شو .د ده ځواب لنډ و،
"د روغتون اوزار"
په بله شپه د محاز نه شا ته تگ پٻل شو .خبر راغی چې د اتريش او
جرمني پوځ زمونږ شمالي ليکې ماتې کړی وې او له غرونو ښکته را
روان و .دا تٻښته ډٻره منظمه وه .د شپې زمونږ موټرې په داسی سړک
ورو ورو خوځٻدې چې په سوونو المده خيشته پوځيان پرې روان و .د
توپو گاډي چې اسونو راښکل ،يابو ،د وسلو الرۍ ټول د محاز نه ليرې
روان و .ھغسې چې فوځ وړاندی حرکت کوي او پکی گډ وډي وي ،اوس
ھغه گډ وډي نه ليدل کيده.
په ھغه شپه مونږ د ميدان روغتون له ټپيانو تش کړو او دوي مو شا ته يو
بل ځاې ته يوړل .په بله ټوله ورځ په سخت باران کی مو د ټپيانو د وړلو
کار کوو چې د "اوداين" ښار روغتون ته يې واستوو .په درٻمه ورځ د
غرمې زه گوريزيا ته راغلم نو باران نه و خو ښار راته تش ښکارٻدو.
ومو ليدل چې ځينو خلکو له ښاره کډه کوله .زه خپل ځاې ته ورغلم نو
ھلته ھم څوک نه و .زما ټول ملگري پخپلو کارونو پسې وتلي و .په گيراج
کی مې د ځينو موټرو د جوړولو امر وکړو او ټولو ډريورانو ته مې وويل
چې درې ساعته خوب نه وروسته به روانٻږو.
دوي په موټرو اخته شول او ھغه موټر چې جوړ و ميشتځاې ته مې نږدې
ودروو .ھلته زما ملگرو له وړاندې د روغتون االت او داروگان په
بکسونو کی بند کړي او راته پرٻښي و .دا مو په گاډي کی بارول چې
باران په ورٻدو شو .زمونږ دری گاډي په يوه قطار د ونو الندې تيار
ودرٻدل .ما "پياني" ته وويل چې په پخلنځي کی اور بل کړه او لمدې جامې
پرې وچ کړه.
20
پياني .زه د وچو او لمدو په غم کی نه يم ،خوب غواړم.
بونيلو .زه خو به د تورن پر کټ ويده شم.
پياني .ھر يو کټ چې وي ،خو غواړم چې سترگې پټې کړم.
بونيلو) .دروازه پرانيزي( ما ويل چې په دی کوټه کی به څه وي ،دا خو
دوه کټونه لري.
پياني .زه به ھم دلته پريوځم.
بونيلو .ته ويده شه او د اتريش پوځيان به دی پاڅوي.
پياني .زه نور ايمبوالنس نشم چلولې ،تر څو مې شيبه خوب نه وي کړی.
تٻره پٻره کی مې سترگې پټې وې .ښه ده چې ټکر می نه دی کړی.
بونيلو .خوب خو زه ھم غواړم ،راويښوي به مو څوک؟
ما ورله ډاډ ورکړو چې زه به يې راويښ کړم نو دوي دواړه د بوټانو سره
په کټونو پرٻوتل .نورو په پخلنځي کی اور بل کړی او اوبه يې د ايشولو
لپاره پری ايښې وې .چا خپلې جامې وچولې او ورته مې وويل چې د لږ
ارام نه وروسته به پنير او د ډبو غوښه خورو .خو دوي د خوب پر ځاې
ميکروني په پخولو اخته و .ما ورته په دٻوال ځړيدلي لوې ساعت په نښه
کړو چې که درې ساعته وروسته زه ښکته رانغلم نو ما دی راويښ کړي.
بيا زه خپلې کوټې ته والړم او په کټ پريوتم.
درې ساعته وروسته مو په پخلنځي کی ډوډۍ وخوړه .د شپې نھه نيمې
بجې وې چې مونږ سفر ته مال وتړله .کوم ډريوران چې تازه و ،دوي ته
مې د موټر چلولو وويل او خوب وړې مې ورسره کښٻنول چې د الری په
اوږدو کی په ناستي خوب وکړي .د موټرو رڼا گانې بندې وې او مونږ په
يو قطارد "اوداين" لوري ته روان شو .د ښار دننه ھر ډول گاډي مو وليدل
چې په ځينو کی خلک او نورو کی سامان بار د وتلو په ھڅه و .زمونږ مخ
ته يو لويه الرۍ چې سامان يې په ترپال کی پټ و ،روان و .الرۍ ودريده
او بيا روانه شوه خو څو شيبې وروسته بيا پر ځاې ودرٻده.
زه له ايمبوالنس ښکته شوم او وړاندې په سړک مې وليدل چې چا الره بنده
کړی وه .خو د موټرو او الريو قطار په سر کی د يو بل سړک نه د
پوځيانو الرۍ تيرٻدې چې د ټولو الره يې ډب کړی وه .داسی ايسيدل چې
دا ليکه به ژر نه خوځي نو زه راغلم او د "پياني" سره کښٻناستم .دی د
موټر په سټيرنگ سر ايښې ويده و .زه ھم ويده شوم او کله چې د الرۍ
غرارې مې واوريدو نو دی مې پاڅولو او وړاندې وخوځيدو.
21
لږ واټن وروسته بيا ھم ھغه حال و .باران بيا وريدو او د الرۍ د خوځيدو
ھيڅ نښه مې نه ليده .والړم چې د نورو گاډو له حاله ځان خبر کړم .په
يوه کی مې دوه پوځي انجينيران ناست وليدل چې په پله يې کار کوو او له
خپلی ډلگۍ شا ته پاتې شوي و .زه بيرته خپل موټر کی کښٻناستم او د
کاترين په اړه مې سوچ وکړو چې ھغه به ويده وي که ويښه .د سھار درې
بجې گاډي بيا ورو ورو خوځيدل خو د سپٻده چاودې نه وړاندې بيا ودرٻدو.
د ورځې په رڼا کی مې وليدل چې په غرونو کی تاو راتاو په ھغه سړک په
سوونو گاډي والړ و.
د شپې شا و خوا د کليو خلک ھم د خپلو اس گاډو سره په دی ليکه کی
شامل شوي و .په دی گاډو د خلکو د کور شيان بار و ،يوه ھنداره به د
توشکونو له منځه راوځليده،چرگان او بطې د گاډو سره تړلي و .زمونږ
مخې ته په يو گاډي د گنډلو ماشين په باران کی پروت و .دوي ھرھغه څه
چې ارزښت يې لرلو ،راپه مخه کړي و.
په ځينو گاډو کی ښځې له باران د پټيدو په ھڅه د يو بل سره جوختې ناستې
وې .نورې په سړک پلي د ھر څومره چې يې کولې شو گاډي سره نږدې
روانې وې .سپي د باران له کبله د گاډيو الندې روان و .په سړک خټې وې
او په کندو کی اوبه والړی وې.
زمونږ لپاره اوداين ښار ته د تلو بله الره دا وه چې له سړک ښکته دی کليو
ته تللې وې خو د ونو نه وراخوا په پټيو کی دومره اوبه وې چې ھيچا زړه
نه ښه کوو چې پکی تگ وکړي .زه بيا له موټره ښکته شوم او شا و خوا
مې وکتل چې که يو وړوکې الره نورو ځايونو ته وتلې وي نو مونږ پری
ورشو .خو دا مې ھم نه غوښتل چې په ناليدلې الری سفر وکړو .باران
اوس ھم وريدو او که دا دريدلې وې او د اتريش جنگي الوتکو په يو څو
پوځي الريو بمبارۍ کړی وې نوټول به ھم دلته پاتې وې.
اخر په يو ځاې مې وړه الره وليده چې د شمال لوري ته تللې وه او دواړو
غاړو ته يې ونې او پټي و .ماد نورو گاډو چلوونکي خبرکړل .ھغه دوه
پوځي انجينيران زمونږ پکار و چې گاډو ته يې ټيله ورکولې شوه .زما
ملگري اوس وږي و او زما په اشاره دوي گاډي ھغه وړوکي سړک ته
ورتاو کړل.
مونږ ښه شٻبه مزل وکړو او د کلي يو کور ته ورسيدو چې اوسٻدونکو تری
کډه کړی وه .په يو طاق انگور ځوړند و او کوھې ھم پکی و .يو چا بوکه
22
وردننه کړه او اوبه يې راويستلې چې د گاډو په انجن وشيندي .نورو د
ډوډۍ لټه وکړه او په پخلنځي کی يې پنير او مڼې وموندلې .مونږ ځانونه
ماړه کړل او پاتې پنير مو راواخيستل.
د "اوداين" ته لس کلوميټرالر پاتې وه چې موټر مو په خټه کی بند شو.
اوس باران نه وريدو او درې ځلې الوتکې زمونږ د سر د پاسه تيرې شوې
او ليرې د لوی سړک په لور مو لوږي ليدل چې د دوي په بمباريو راپورته
کيدل .مونږ د خټو نه د گاډي د ايستلو تابيا کوله چې ومی ليدل دواړه
انجينيران پلي يو خوا روان و .ما ورپسې منډه کړه چې راايسار يې کړم او
گاډي ټٻله کولو لپاره می ورته وويل .دوي اوږې وغورځولې چې ته خو
زمونږ مشر نه يې او اشاره يې وکړه چې مونږ دی ھم خپل گاډي پرٻږدو
اوپه پښو روان شو ځکه الوتکې به راباندې بمونه وروي.
دوي گړندي شول نو ما ورته په چيغه وويل چې ودريږئ خو د دوي
گامونه ال چټک شول .ما بيا چيغه کړه نو دوي منډه واخسته .ما د پيټۍ نه
خپله طفنچه را وويسته او ډز می پری وکړو .زما نښه خطا والړه او
وومې ليدل چې دوي ځغستل .ما دری ډزې نوری وکړې نو يو پکی
راپرٻوتو .بل د سړک خوا ته په بوټو کی له سترگو پناه شو.
بونيلو ډريور زما خوا ته راغې او وې ويل ،طماچه راکړه ،ما ھم دغسې
وکړل .ده منډه کړه او لومړی پوځي چې په خټو کی پروت و ،له نږدې يې
پری ډز وکړ او وې وژلو .موټر په ټٻلو او ديکو ھم له خټو رابھرنشو ،نو
يو پړې مو ورسره وتړلو اوپه سړک والړ بل موټرپه زور مو راښکلو.
ھغه ال نور په خټو کی وردننه شو .اخر می فيصله وکړه چې ھغه گاډې به
په خټو کی پريږدو .له دی مو ټول سامان نورو دوو کی کيښودو او روان
شو .لږ وړاندې مو دواړه گاډي په ميدان کی ځغلول خو په پايله کی دا ھم
په خټو کی ونښتل او مونږ د "اوداين" ښارلوري ته پلي روان شو چې اوس
زمونږ سترگو په وړاندی و.
د ښار سره نږدې يو سيند و چې ورباندی د اوسپنې پل په منځ کی په
بمبارۍ سورې شوی و .په سيند کی اوبو شړ وھلو او مونږ د پوری وتلو
لپاره بله الره نه لرله .اخر مې ټولو ته وويل چې يو يو به له پله تيرٻږو.
زه وړاندی والړم او د پله سر ته وختلم نو د سيند لوري ته می وکتل.
ليرې يو بل د تيږو لوې پل جوړ و او ھم ھغه وخت می پرې يو موټروليدو
چې پکی ناستو کسانو د جرمني پوځ د افسرانو خولۍ په سر کړی وې .ما
23
خپلو ملگرو ته اشاره وکړه او په منډه د پله بلې غاړی ته د يو ټيټ ديوال
شا ته کښٻناستم.
دوي چې راغلل نو ورته مې د جرمني د گاډي خبر ورکړو .ټول ھيښ
شول او يو بل ته يې کتل .شيبه وروسته په بايسکل سپاره د جرمني د پوځ
يو ډلگۍ مو وليده چې د سيند په بله غاړه په ھغه بل پله تيره شوه .ما وويل،
دا ډٻره عجيبه خبره ده چې د دوي د مخ نيوي لپاره دلته ھيڅوک نه و .د
سيند سره سره د اورگاډي پاټلۍ تيره وه او مونږ ورو ورو په ھغې روان
شو .اوس مو د ښار ودانۍ او کليسا ليدې شول .ناڅاپه ډزې وشوې او يو
تن مو راپرٻوتو ،مونږ ټولو ځانونه پر زمکه واچول او ښه شيبه وروسته
چې د خطر امکان لږ شو نو د خپل ملگري د پټۍ تابيا مو وکړه خو دې مړ
و .ما د ده له جيبه کاغذونه راوويستل چې وروسته کورنۍ ته يې
ورواستوم .په مونږ د ښار له خوا ډزې شوې وې چې د اطالويانو سره و.
اوس زمونږ ژوند له خپلو خلکو نه په خطر کی و.
مونږ د پله سره سره بلې غاړې ته والړو چې تر شپې يو ځاې پټ شو.
ھغې غاړی ته ډٻرې ونې وې چې مونږ تری په پټه تير شو .د ميدان بلی
غاړی کی يو کلي وال کور و او نورو ته مې وويل چې يو يو به ورته
ورځو .زه وړاندی والړم او د کور پرانستې دروازې نه وردننه شوم .دوه
ملگري راپسې و او پخلنځي کی د ايرو د پاسه تش ديگ پروت و .ھلته د
خواړو څه نه و.
يو تن وويل ،مونږ په دې کور کی نشو ايساريدې او بايد په غوجله کی پټ
شو .د پخلنځي سره جوخت د تيږو جوړې پوڼۍ ښکته تللې وې .زه
ورښکته شوم نو په غوجله کی يو څاروې ھم نه و .يوی خوا ته بوساړه او
ورسره دوه کړکۍ وې چې د خطر پر وخت ترې تښتيدې شو .مونږ درې
واړه په پروړ پريوتو او خبری موکولې چې په دی ښارکی څنگه به ژوندي
پاتې کٻږو.
د ښار شمالي برخې نه د مشين گن د ډزو غږ راتلو خو بمبارۍ نه وې .د
شپې مونږ له ھغې غوجلې نه ووتلو او د ښار منځ ته والړو .ھلته ھری
خوا ته د خلکو گڼه وه .يو چا وويل ،جنگ پاې ته رسيدلې دې او ټول خپلو
24
کورونو ته روان دي .مونږ ال په پورا حال پوھه نه و چې جرمن پوځ
ونيولو او د نورو بنديانو سره يې ودرولو .يو ډگر من يې د سيند لوري ته
بوتلو او د ډزو په اواز پوھه شوم چې دی به يې وژلې وي .د نورو بنديانو
يوه ډله يې راوستله نو زمونږ د نيونکو پام ھغوي ته شو .ما تری منډه کړه
او په سيند کی مې ورټوپ کړل .څو کسانو راپسی ډزې وکړې او زه تر
ھغې چې ساه مې بندولې شوه په اوبو کی ووم.
يو وارې مې سررابھر کړو چې ساه واخلم او بيا د اوبو په بھير کی مې
ځان پريښودو .کله چې پوھه شوم ،له ھغې ښار ليرې راوتلې وم نو يوځاې
مې زمکې ته ځان نږدې کړو او بھر راووتلم .زما جيب کی پيسې لمدې
وې خو کار يې ورکولې شو .زه د شمال نه جنوب ته روان شوم او اخر د
"ټريسټ" ښار په لوري تلونکې د اورگادي پاټلۍ می وموندله .د يو پله
سره نږدې د گاډي په انتظار شوم او کله چې د مال ډبې راته مخ ته تيرٻدې
نو په لوی بمپر وروختلم .د گاډي د پاسه محافظ والړ و خو مخامخ يې
کتل .ما د ډبي )خونې( د پاسه د ترپال مزې پريکړو او ځان می وردننه
کړو.
گاډې سھار وختي چې ميالن ته ورسيدو نو ما د تمځاې نه وړاندې ترې
ټوپ کړ او ځان مې يوکافی ته ورسوو .ھلته مې څه وخوړل او بيا
روغتون ته والړم .منيجر سيم می وليدو او خبر شوم چې کاترين دوه
ورځې وړاندې د خپلې ملگرې سره د "سټريسا" ښار ته تللې وه چې د
سويس پلې ته نږدې و .ده راته خپلې جامې راکړې او الری گودرې يې
راوښودلې .د سټريسا ټکټ می واخستو او په اورگاډي کی کښٻناستم .يوه
ورځپاڼه راسره وه خو ما د جنگ خبرونه نه غوښتل .سيم راته يو وړوکې
بيگ راکړی و چې دوه کميسونه پکی و .نور د پيسو او پاسپورټ نه
عالوه می څه نه لرل.
خپل منزل ته په رسيدو يو ھوټل ته والړم ،کوټه مې ونيوله او د ھوټل ميلمه
پال نه مې پوښتنه وکړه چې دوه نرسانې خو يې نه وې ليدلې .ده راته
وويل ،اوس د جنگ له کبله دلته څوک نه راځي او ټول ھوټلونه تش پراته
دي .خو ده دوه نرسانې ليدلې وې .ما ورته وويل چې په دوي کی يوه زما
ميرمنه وه .د ھوټل د مٻخانې يو مالزم راته وويل چې ھغه دوه نرسانې د
اورگاډي د تمځاې سره نږدې په وړوکي ھوټل کی ايسارې وې.
25
کاترين او ھيلن فرگيسن په ډوډۍ ناستی وې چې زه د دوي ھوټل ته والړم.
زما په ليدو د کاترين مخ وځليدو او ما چې ښکل کړه نو سره واوخته .ھيلن
يو څه ھيښ او يو څه په قھر وه.
ھيلن .زه ستا په ليدو خوشاله نه يم .زما ملگرې ته دی د زړه مرض
لگولې دې .له دی سره دی چل وکړو.
کاترين) .په خندا( ھو د سکاټ لينډ خلک ډٻر نيک او با اخالقه وي.
ھيلن .زما دا مطلب نه و ،د ده دا چل ول مې نه خوښٻږي .د اطالويانو
پوځي لباس يې اغوستې او دننه لکه امريکاي مار په شان خصلت لري.
کاترين .اوس خو يې پوځي لباس نه دی اغوستې .
ھيلن .په دی کی يې ھم چل دې ،کله پوځي شي او کله ملکي .ټول اوړې
يې ستا پوښتنه ونکړه ،نه يې ستا ليکونه ځواب کړل او اوس راښکاره
شو .اې...ځوانه ،دی جينۍ ته بدنامي مه اړوه ،که غواړی يې نو پکار
ده چې ژر تر ژره ورسره واده وکړی.
کاترين راپاسيده او وې ويل ،ښه ده ،واده به ھم وکړو خو اوس لږ بھر
ووځو،وروسته به درسره ووينم.
کاترين رانه ډٻرې پوښتنې وکړی چې زه څنگه د جنگ له ډگر راووتلم.
ھغه ويرٻده چې پوليس به مې ونيسي .خو ما ډاډ ورکړو چې زه د يو
ښار نه بل ته د تلو اجازه لرم .دی راته وويل چې مونږ د جھيل نه
وراخوا د سويس خاورې ته که والړو نو زما د نيولو خطر به نه وي.
دا مې خپل ھوټل ته راوسته چې يو بل سره نږدې پاتې شو.
د شپی لس بجې وې چې د ھوټل يو مالزم زما د کوټې دروازه وټکوله
اوچې زه بھر وتلم نو خبر يې راکړو چې په ښار کی پوليس راپسې
گرځي او ښاي ترسھاره مې ونيسي .ما ترينه د تيښتې الره وپوښتله نو
وې ويل چې دی يوه کشتۍ لري او مونږ کولې شول چې د شپې د جھيل
له الری سويس ته والړ شو .ما ورته د کاترين او د سامان وويل نو وې
ويل" ،که تاسو ھر څه تيار کړئ نو زه به يې غم وخورم ".زه دننه
راغلم او کاترين ته مې وويل چې ژر ځان تيار کړه .بيا مو خپل کالي
راټول کړل او دوه بيگونه مې ھغه مالزم ته ورکړل چې بھر راته په
انتظار و .راته يې وويل چې دې به د نوکرانو د پوڼيو نه ښکته شي او
مونږ دې لوې دروازې نه بھر ووځو او داسی چلن وکړو لکه چې د
چکر لپاره روان و.
26
ښکته والړو نو په تاالر کی ميلمه پال دومره وختي زمونږ په ليدو
حيرانه شو .مونږ ورته وويل چې د سيند سره د طوفان ننداری ته روان
و .دی ژر والړو او يوه لويه چترۍ يې راوړه .ما ورته لس ليرې نوټ
په الس کيښودو او را بھر شو .مونږ د سړک نه يو باغ ته ورغلو او له
ھغه ځاې مو جھيل ته مخه کړه .ھلته د ھوټل مالزم راته والړ و او وې
ويل چې زمونږ بيگونه يې په کشتۍ کی ايښي و .ما ھغه ته پٻسې
ورکولې نو راته يې وويل ،کله چې بلې غاړی ته ورسيدې نو پينځه سوه
فرانک راواستوه .بيا د ډوډۍ يوه غوټه يې راکړه او په مخه ښه يې
وويل .د شپی يولس بجې وې او که مونږ ټوله شپه کشتۍ چلولی نو
سھار اوو بجې به خپل منزل ته رسيدو .باران وريدو او مونږ سره
قطب نما ھم نه و خو مالزم راته د الری نښې راښودلی وې.
ما د ھوا په لوري په تياره کی کشتۍ چلوله او په الره کی د نورو
ښارونو رڼا گانې مو ليدې شول خو په لړه کی نه پوھيدم چې کومو
ځايونو نه تير شو .کله چې زه د چپوانو په وھلو ستړی شوم نو کاترين
ته مې ورکړل او په کشتۍ کې سمالستم .زما السونه پولۍ شوي او
شيمه راکی نه وه .سھاروختي د سويس اوبو ته ورسيدو نوکشتۍ مو له
نورو سره په تم ځاې کی ايساره کړه .يو کلي کی مو ناشته وکړه او په
گمرک د پاسپورټ د ښودلو وروسته مونتريخ ښار ته والړو.
کاترين اوس زما ميرمنه وه او مونږ د کراې په يو وړوکي کورکی نوې
ژوند پيل کړ .ھلته مو ھيڅوک نه پٻژندل خو د ښار خلک را باندی
مھربانه و .کاترين راباندی د ماشوم زيرې وکړو نو ما په امريکه کی
خپله کورنۍ خبره کړې وه .مونږ پالن جوړ کړو چې د ماشوم له
زيږيدو وروسته به يې ھلته وړو.
کاترين د ماشوم لپاره چې څه پکار و ،ھغه يې له بازار واخستل .زه په
لوې پلورنځي کی جوړجمنازيم ته والړم چې ھلته د سوک وھلو تمرين
وکړم .نور کله به زه ھلته سھار چې کاترين به ال ويده وه ،تللم .په
کومو ورځو چې د سپرلې په شان ھوا ماته شوه نو سوک وھلو به خوند
راکوو .وروسته به می والمبل او ورور ورو به په الره راتلم .کله يو
کافي مخ ته به ودريدم ،يا به پکی کښٻناستم او د خلکو ننداره به مې
کوله.
27
د کرسمس نه درې ورځې وړاندې واورې وشوې .يو سھار مونږ
راويښ شو نو ھر څه سپين و .مونږ په کټ کی ناست و ،په بخاري کی
اور بليدو او بھر مو د واورې ننداره کوله .کاترين وويل ،کاشکه زما په
واورو د خويدو لوبه زده وې.
سپرلې راغې او يوه شپه زه راويښ شوم نو کاترين ناارامه وه .ھغې د
درد احساس کوو ،نوما نږدې گراج نه ورته ټيکسي راوغوښته او دا مې
روغتون ته بوتله .ھلته د دی نوم او نور معلومات يې په يو رجسټر کی
وليکل او يوی کوټې ته يې وروستلو .کاترين يې په کټ سملوله او يوه
نرسه ورته ودريده .د سھار رڼا خپره شوه نو کاترين راته وويل چې
ورشه ،څه وخوره او بيا راشه .نرسی راته وويل ،بھر د روغتون مخ
ته يوه کافی وه.
زه ښکته والړم او په کافی کی کښٻناستم .ھلته يو بوډا سړي راته د
کافي پياله کٻښوده او پوښتنه يې وکړه چې دومره سھار وختي مې څنگه
پيښه وکړه .ورته مې وويل ،زما د ميرمنې اوالد کيدونکې دې ،ھغې
سره راغلې وم .ده راته دعا وکړه او د خواړو شيان يې راوړل .له
نارۍ وروسته زه بيا روغتون ته والړم او د کاترين کوټې دروازه مې
وټکوله .ھلته ھيچا ځواب رانکړو نو زه وردننه شوم .کټ تش و او د
کاترين شيان پکی پراته و .په يو ميز د ھغې د ويښتو برش او د کټ
سره يې چپلکې ښکاريدې.
ما چرت وھلو چې څه وکړم خو په دی کی نرسه راغله او زه يې يوی
بلې خونې ته بوتلم .له دروازې مې وليدل چې کاترين پريو ميز پرته وه
او په مخ يې د اکسيجن نقاب و .ډاکټر ھم والړ و ،نرسې راته چپنه
ونيوله چې ژر مې واغوسته او وردننه شوم .کاترين نقاب ليری کړو او
په کمزوري غږ يې ډاډ راکړو چې ھر څه به سم شي .تر ماسپښين زه
ھلته وم ،بيا د کاترين په وٻنا ھم ھغه کافي ته د ډوډۍ لپاره والړم .چې
بيرته راغلم نو ډاکټر راته وويل چې ماشوم به په عملياتو راوباسي.
ماښام عمليات وشول خوماشوم مړ و اوکاترين ھم ښه نه وه .دا يې
بيرته خپلې کوټې ته يوړه او زه بھر په يو بنچ کښيناستم .ډٻر وخت تير
شو نو يوه نرسه راغله او راته يې وويل ،ورشه ميرمنې سره دې ووينه.
زه چې د ھغې کټ ته والړم نو د کاترين رنگ لکه د څادر سپين و .
زما په ليدو يې په کمزوري غږ راسره خبری وکړی او ډاډ يې راکړو
28
چې دا به ښه شي .زما په سترگو کی د اوښکو په ليدو دی وويل ،چې
ته راسره يې نو زه له مرگه نه ويرٻږم .ما د دی الس ونيولو او ورته
مې وويل ،داسی خبری مه کوه .ته به ښه شې .دا وموسيده او وې ويل،
زه مرمه ،خو لوز وکړه چې ډٻر به راپسې نه ژاړې؟ د دی په سترگو
کی ھم ھغه مينه وه چې ما په لومړي ورځ د دی په ليدو احساس کړی
وه .زه په منډه ډاکټر پسې والړم خو چې بيرته راغلم نو کاترين په ابدي
خوب ويده وه .زه له روغتون بھر راغلم او په باران کی يوې خوا ته
روان شوم.
پاې
29