You are on page 1of 158

‫(پټ ساتونکی)!

‫‪Secret guard‬‬

‫لومړۍ برخه‬

‫د کتاب ځانګړتیاوې‪:‬‬
‫پټ ساتونکی(‪)secret guard‬‬ ‫د کتاب نوم‬

‫‪Ketabton.com‬‬ ‫س‪ .‬سمسور‪ .‬ودان‬

‫سایه خپرندویه ټولنه‬


‫لیکوال‪:‬‬

‫خپرونکی‪:‬‬

‫‪ ۲۰۱۹‬کال د جوالیي ‪ ۱۴‬مه‬ ‫د خپرېدو نېټه‪:‬‬

‫(ر‪ .‬تیموري)‬ ‫ډیزاین‪:‬‬

‫(ع‪ .‬پښتون)‬ ‫کمپوزنګ‪:‬‬

‫مننه‪:‬‬
‫د مور او پالر چې د رحم او مینې تر سایې الندې یې دغه ناول تر تاسې درورسېده‪.‬‬

‫‪...‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫تړون‪:‬‬
‫په ننګرهار والیت کې د هغه شهید سرتیري (عمر) او نورو شهیدانو په نوم؛ چا چې ځانمرګو ته غېږې ورکړې او د خپلو هېوادوالو په خاطر‬
‫یې تاریخ ته د مېړانې نوي څپرکي وسپارل؛ خو کاش چې نن دا ډول شهیدان د چا یاد وای!‬

‫‪...‬‬

‫ډالۍ‪:‬‬
‫د وطن ټولو پټو اوښکاره ساتونکو ته؛ هغه که په هره جامه کې‪ ،‬هر چېرته او هر څنګه وي!‬

‫‪...‬‬

‫د ناول مینه‬
‫هر څه په مینه کیږي؛ ژوند‪ ،‬روزګار‪ ،‬عبادت‪ ،‬تعلیم‪ ،‬خوراک‪ ،‬څښاک‪ ،‬پوښاک او ان د ناول لیکل هم د مینې له یوې رشتې سره اړیکه‬
‫لري او زه هم له دغې رشتې سره په غم اوښتی یم؛ یو جنوني او عشقي رنځ مې زړه ته لویدلی و چې ناول ولیکم د ژوند په (‪ )۱۵‬پسرلي کې‬
‫مې له کمې تجربې سره مل ناول لیکنې ته مال وتړله؛ خ و له کوزې پښتونخوا کډې رابارولو‪ ،‬غربت او په یو ځان د څو سرونو خیشتولو را نه‬
‫ناول لیکل هېر کړل‪ ،‬مګر بیا یو چا وپوهولم‪ ،‬چې ژوند د ازمیښت دوهم نوم دی‪ .‬غربت بدحالي‪ ،‬ماتې‪ ،‬سختۍ او کمزوري د ژوند برخې‬
‫دي‪ ،‬مهمه دا ده چې انسان خپله مینه‪ ،‬هیله او هدف پرېنږدي‪.‬‬

‫دا دی خپل یو ارمان ته مې د تکمیل جامه ور واغوسته د یو ناول له ژباړې وروسته خپل لومړنی ناول لیکم؛ خو یو کال وخت یې را نه‬
‫ونیو‪ .‬ځکه د کمزوري اقتصاد انسان یو سل بلها شی کارونه او بېګارونه وي‪ ،‬چې ټول وخت نیسي او ناول لیکلو ته چندان شېبې نه پاتې‬
‫کیږي‪.‬‬

‫زیاته هڅه مې دا کوله‪ ،‬چې د ناول ښکال برابره کړم‪ ،‬تر ډیره مې کرکټرونو ته نومونه نه خوښېدل؛ خو باالخره مې دوه نومونه (سمسور او‬
‫سدرا) خوښ کړل‪.‬‬

‫له لیکلو مې یوازینی هدف دا و‪ ،‬چې خپل عشق پوره کړم او ناول مې د پښتو ادب د غني کولو زریعه وګرځي؛ ځکه د ناولونو برخه ډیره‬
‫خ واره ده او پولیسي یا پوځي ناولونه خو بیا یوازې د ګوتو په شمېر لرو‪ ،‬چې زیات یې ژباړې دي‪.‬‬

‫خبرې نه اوږدوم؛ نه د ناول په تعریف وخت نیسم او نه په تشو بابواللو‪ ،‬د ناول منځپانګه درته څرګندوم‪:‬‬

‫دغه ناول د یوې سپېڅلې مینې تړون دی‪ ،‬د یو ورک او پټ سرتیري کیسه ده‪ ،‬پیل یې ګنګس کوونکی دی؛ خو په دوام یې لیدل کیږي‪ ،‬چې‬
‫د کوزې پښتونخوا له یو ښوونځي پیل شوې مینه ده‪ .‬د ناول په منځ کې لوستونکي هغه وخت کېله نوي رنګ سره مخ کېدلی شي‪ ،‬چې کېسه په‬
‫پوځي ژوند بدله شي او یو پولیسي پای سره ناول ختم شي‪ .‬د ناول کېسه کاپي نه ده؛ بلکې د خپل ذهن انځورکشي ده؛ مګر ځینې صحنې یې‬
‫له بعضو اردو او انګلیسي ناوالونو‪ ،‬رومانونو او لنډو کیسو څخه په الهام لیکل شوې‪،‬ځکه د داستاني ادبیاتو له لیکلو زیات مې د همدې برخې‬
‫مطاله خوښه ده‪ ،‬نو یو څه اثر به یې وي‪ ،‬چې دا طبیعي خبره ده‪ ،‬خو د ناول د دا ډول صحنوجوړښت او محاورې بالکل له هغو بدلې دي‪.‬‬

‫دا تاسې او دا مو هم ناول!‬

‫په پښتنه مینه‪...‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫س‪ .‬سمسور ودان‬

‫‪...‬‬

‫پېل‪:‬‬
‫‪ ۶‬کلنه له څېرې غلې او معصومه؛ خو په ظاهره ‪ ۹‬کلنه ښکارېدونکې سیلۍ او ‪ ۸‬کلن شوخ ودان پرون سهار د ‪ ۲۰۱۹‬کال د جوالیي په‬
‫‪۷‬مه له خپل تره جنرالغورځنګ (سم سور) سره لغمان ته د کوم خپلوان د واده له پاره الړل او نن د شپې مهال په داسې حال کې کور ته را‬
‫ستانه شول‪ ،‬چې پښو کې یې ساه نه وه پاتې؛ ګاللۍ ترور ورته ډوډۍ تیاره کړه؛ خو چې کوټې ته راغله؛ دواړه ویده شوي وو؛ د جنرال او‬
‫ترور زړه پرې ونشو؛ خو دواړو ته په دې خفګانورولوېده‪ ،‬چې ماشومان وږي ویده شول‪.‬‬

‫سهار شو؛ د طبیعت برخالف د جنرال ټوله کورنۍ (میرمن‪ ،‬دری لوڼې‪ ،‬زوم‪ ،‬د هغه دوه اوالدونه او د دې کور تر ټولو ډیر نازولي (سیلۍ‬
‫او ودان) ډیر ناوخته را ویښ شول‪ ،‬په کورکې د ښځو اوسړیو یو او بل لور ته چټکې منډې پیل شوې‪ ،‬چا مخ اوالس مینځل‪ ،‬چا خپله دریشي‬
‫او جامې را خیستې‪ ،‬د کور ساتونکي موټر صفا کاوه‪ ،‬جنرال ودان ته د مکتب جامې وراغوستلې او ګاللۍ ترور سیلۍ ته‪ .‬ټولو په چټکۍ سره‬
‫چای وڅښه؛ د جنرالیوې لور د کور کارونه پیل کړل‪ ،‬دوهمه د هوایي ډګر په لوري رخصت شوه؛ تر څو عمرې ته الړه شي او له هغه ځایه‬
‫عربي اماراتو ته د زده کړو له پاره؛ بلې لور یې د طب پوهنځي له پاره ننګرهار پوهنتون ته منډې کړې‪،‬زوم یې د (سمسور ښوونځي) تر‬
‫ادارې ځانورساوه او خپله جنرال (سیلۍ او ودان) په موټر کې کېنول؛ تر څویې ښوونځي ته ورسول؛ هغوی ترې خپلو ټولګیو (اول او دریم)‬
‫ته خدای پاماني واخیسته‪ .‬دههم د تل په څیر دواړه په مینه ښکل کړل او بیا په داسې حال کېترېرا ستون شو‪ ،‬چېبڼونویې اوښکېنیولېوې‪.‬‬

‫په ودان لومړني دوه ساعتونه ښه تېر شول؛ خو دریم درسي ساعت کې د ریاضي استاذ‪ ،‬چې ښوونځي کې یې ایله ‪ ۲۰‬ورځې تیرې شوې‬
‫وې‪ ،‬د اس تاذۍ په اصولو ناخبره او ډیر سخت مزاجه و؛ ودان له دې امله تر وهلووهلو وروسته ورټه‪ ،‬چې کورنۍ وظیفه یې نه وه لیکلې؛‬
‫ښوونکي ورته وویل‪ :‬په کورکې مور او پالر نلرې‪ ،‬چې الرې ته دې کړي دا دوه ورځې کیږي‪ ،‬چې کورنۍ وظیفه دې نه ده لیکلې؛ سپږنه!‬
‫ودان همداسې والړ و‪ ،‬چې استاذ بیا وویل‪ :‬کېنه مردار سرې! که نه تر اخیري ساعته درباندې غوږونه نیسم‪ .‬کوم شاګرد ښوونکي ته ور غږ‬
‫کړل؛ استاذ دوی د جنرالغورځنګ کره اوسیږي؛ یتیم دی! استاذ په غوسه وویل‪ :‬یتیم به ځان ته وي؛ زما پرې څه؟ زه له یتیم‪ ،‬یسراو نورو‬
‫ټولو کورنی کار غواړم‪.‬‬

‫ودان تر تفریح پورې ځان سره ښه ډیر وژړل او کله چې پنځم او وروستی ساعت پای ته ورسېده؛ پرته له دې چې د خپل اکا (جنرال) موټر‬
‫ته انتظار وکړي؛ له سیلۍ بیل (جدا) په کرایي موټر کې کور ته الړ؛ که په کورکې ګاللۍ ترور اولوریې د ودان دې کړنې ته حیرانې وې؛ نو‬
‫سیلۍ هم د ښوونځي مخې ته په ورور پسې ژړل؛ تر دې چې جنرال ورورسېده؛ سیلۍ په ژړا کېورته وویل‪ :‬ودان نه شته‪.‬‬

‫جنرال ښوونځي ته ننوت؛ هر لور ته یې تالش وکړ؛ خپل زوم یې راوغوښته؛ سخت یې ورټه‪ ،‬چې د ده پر لمسي یې ولې پام نه دی کړی؛‬
‫ځکه دی خو د مکتب مدیر هم دی‪ .‬جنرال د خفګان له امله زړه چاودن ته نږدې شوی و؛ یو خوا بل خوا یې بې ځایه قدمونه وهل‪ ،‬چې موبایل‬
‫یې وشرنګېده؛ ګاللۍ ترور وه؛ جنرال یې خبر کړ‪ ،‬چې ودان کور ته ورغلی اوسخته تبه یې ده‪ .‬هغه په منډه منډه کور ته ځانورساوه‪ .‬سیلۍ‬
‫هم په ارامه شوه‪ .‬کله چې کور ته ورسېده؛ نېغ خپلې کوټې ته ننوت؛ پر ځای د دې چې ودان ته غوسه شي؛ د کټ پر بازو ورسره کېناست؛‬
‫په سر یې السورته کېښود؛ کړه یې‪ :‬اخ! ښځې دا خو یې ډېره سخته تبه ده؛ موټر یې واخیسته او په ډاکټر پسې شو؛ ډاکټر راغی؛ یوه کوچنۍ‬
‫معاینه یېوکړه اوالزم دارو درمل یې ورته ورکړل؛ خو د ودان تبه تر مازدیګره نوره هم سخته اوسر درد یې ال پسې زیات شو؛ ماښام ته‬
‫نیږدې وخت کې ویده شو؛ جنرال او ګاللۍ تروریې هم سر ته ناست وو‪ ،‬چې‪ :‬ودان په خپل ځای کې وښورېده؛ په خپ او ژړانده اواز یې‬
‫وویل‪ :‬زه یتیم نه یم؛ زما مور او پالر شته؛ زه یتیم نه یم؛ نه یم یتیم‪.‬‬

‫د جنرال له خولې تېزې تېزې ساګانې وختلې‪( ...‬هاه!)‬

‫د ګاللۍ ترور سترګې هم رډې را وختلې او هکه پکه شوله؛ خو جنرال یې په اوږه الس کېښود؛ دواړو ځانونهرا سم کړ؛ ودان یې کېناوه؛ په‬
‫شیدو کې یې ګولۍ او شربتونه ورکړل؛ له بازاره راوړې کیلې او مڼې یې هم په مخکېورته کېښودې؛ مګر هغه یوازې یوه کیله وخوړله او‬
‫کله یې چې مڼې باندې خوله ولګوله؛ نو په سر یې چکر راغی او قی (کانګې) یې وکړې‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫جنرال او ترور ټوله شپه د ودان سر ته ناست وو؛ د شپې په نیمایي کې د ودان تبه ښه شوه؛ نو ایله چې جنرال هم لږ څه ویده شو؛ مګر صبح‬
‫صادق نه وړاندې بیرته ویښ ناست و‪.‬‬

‫سهار چې ودان پاڅېده او چایو ته په خپل ځای کې کېناست‪ :‬جنرال ته یې مخ کړ‪ :‬اکا؟‬

‫جنرال وویل‪ :‬قربان؛ بچیه!‬

‫ــ ما ته هلکانو ویل‪ ،‬چې ته یتیم یې؛ هغوی رښتیا وایي؟ زه یتیم یم؟‬

‫ــ د جنرال سترګې اوښکو ونیولې؛ خو ځان یې په سختۍ سره ټینګ کړ‪ :‬نه بچیه؛ نه‪ ...‬ته یتیم نه یې؟‬

‫ــ نو بیا زما مور او پالر چیرې دي؟‬

‫ــ جنرال هک حیران و‪ ،‬چې ودان ته څه ځواب ورکړي؛ نه پوهېده لهدریو کلونو راهیسې په زړه کې پټ کړی راز څنګه ښکاره کړي؛ د‬
‫زړه په زوریې ودان ته وخندل؛ چا بد کړي‪ ،‬چې داسې یې ویلي!‬

‫ــ نه اکا ما ته زما هم صنفي قیام وویل‪ ،‬چې ده ته یې مور زما او د سیلۍ د مور او پالر کیسه کړې او هغوی دواړه په جنګ کې مړه شوي‬
‫دي‪.‬‬

‫جنرال په تېزه وویل‪ :‬هسې بد یې ویلي؛ ستا مور پېښورکې ده او هلته پوهنتون کې استاذه ده او پالر دې هند ته په سفر تللی؛ په دې لنډو شپو‬
‫ورځو کې به راشي‪.‬‬

‫له دې ټولو خبرو سره ودان نه رضا کېده او په بار بار یې ویل چې‪ :‬اکا مې رښتیا نه وایي؛ پېښور خو لنډ دی مور مې ولې بیخي نه راځي؛‬
‫شېرینه ترور (د جنراللور)دری‪ ،‬دری میاشتېوروسته له عربیانو (عربي متحده اماراتو) بېرته خپل کور ته راځي هندوستان خو هم لرې نه‬
‫دی‪.‬‬

‫ټول سره غلي وه؛ یوه مظلومه خاموشي د جنرال په کورنۍ مسلطه شوې وه‪ .‬چای ال نه و ختمشوی‪،‬چې جنرالغورځنګ له دسترخوان پاڅېده؛‬
‫خپلې خونې ته والړ او ښه یې وژړل؛ ګاللۍ ترور پرې پوه شوه؛ هغه همورغله او د جنرال په اوږې یې سر کېښود؛ خو لوریې پرېنښودل‪،‬‬
‫چې د ژړا اواز یې لوړ شي؛ ځکه هغه پوهېده‪ ،‬چې ودان به نور شک هم واخلي‪.‬‬

‫ورځ تېره شوه؛ په بل سهارغورځنګ (سیلۍ او ودان) د پخوا پر خالف ډیر وختي ښوونځي ته ورسول؛ بیرته د قیام دوی کور ته ورغی؛ د‬
‫هغه پالرورتهرا ووت؛ جنرال یې میلمستون ته دننه کړ؛ هغه هم له الف نه تر یا پورې ټوله کیسه ورته وکړه او ویې ویل‪ ،‬چې‪ :‬د قیام مور‬
‫باید ماشومانو ته دا ډول خبرې ونکړي؛ ځکه د دوی کورنۍ یې د غم په ټغر کېنولې ده‪ .‬د قیام پالر بښنه وغوښته او خپل زوی یې مکتب ته‬
‫له تګه مخکې را وغوښته؛ ښه یې غوږونه ور خالص کړل‪ ،‬چې بیا ودان ته یتیم و نه وایي او نه یې د مور او پالر د مړینې خبره ورته‬
‫وکړي‪.‬‬

‫وخت تېرېده‪ ،‬جنرال عادي حالت ته را ګرځېدلی و؛ خو د ودان وجود ورځ تر بلې خرابېده؛ په ډیرو ډاکټرانو یې وګرځاوه؛ ان تر دې چې‬
‫پېښور ته یې ولېږه؛ هلته کوم متخصص ډاکټرورته ویلي و‪ ،‬چې ماشوم باندې کوم ستر غم او یا بوج پروت دی‪ ،‬چې ښایي دماغي توازون او‬
‫عصبي سیستم ته یې ضربه ورسوي‪.‬‬

‫جنرالپه ښکاره له ډاکټر سره دا خبره نه وه منلې او ویل یې‪ ،‬چې‪ :‬ماشوم ښه ارام ژوند لري؛ خو زړه یې ډوبېدونکی حس کړی و‪.‬‬

‫ډاکټر وویل‪ :‬ته یې څه کېږې؟‬

‫ــ نیکه!‬

‫ــ پالر یې چیرې؟‬

‫ــ پالر‪ ،‬هغه‪ ،‬هغه خو‪...‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ هو پالر؛ ولې غلي شوئ؟‬

‫ــ نه؛ هسې‪...‬‬

‫ــ کاکا له ډاکټره ولې خبره پټوئ؛ تاسې که داسې کوئ؛ زه به مو د لمسي عالج څرنګه وکړم؟‬

‫ــ پالر یې په جیل کې بندي دی!‬

‫ــ ایا هغه د خپل پالر له اسارته خبر دی؟‬

‫ــ نه‪.‬‬

‫ــ نو بیا ماشوم ته ضرور د دې خبرې احساس شوی؛ کورکې خو به چاورته ویلي نه وي؟‬

‫ــ نه؛ خو کوم هلکورته ویلي و‪ ،‬چې ستا مور او پالر مړه شوي!‬

‫ــ اوو؛ وبښئ!‬

‫ــ رب مو وبښه‪.‬‬

‫ــ دا ماشوم باید له دې حالته بیرته را وګرځول شي؛ که نه عالج به یې سخت شي‪ ،‬تاسې ورسره نرم چلند کوئ!‬

‫ــ ما ته له خپل ځانه خوږ دی‪ ،‬ټول کور مو ورسره نرم چلند کوي؛ له ما هم زیات‪...‬‬

‫ــ ډیر ښه؛ دوام ورکړئ؛ خو مهمه دا ده‪ ،‬چې دغه چلند د ده په وجود او زړه اثر وکړي؛ که ښه نشو؛ بیا نو له دې غوره الر نشته‪ ،‬چې د‬
‫زړه بوج یې سپک کړئ او د پالرټوله کیسه یې ټکی په ټکیورته وکړئ!‬

‫جنرال له ودان سره یوځای پېښور نه کور ته راغی؛ هغه به یې هره ورځ ښوونځي ته روان کړی و؛ خو ال هم ډیر بې فکره معلومېده؛ شپه‬
‫او ورځ به یې له خپل اکا نه د مور او پالر په اړه پوښتنې کولې او ویل به یې چې هغوی به کله راځي؟ تر دې چې یوه ورځ یې ډوډۍ خوړل‬
‫بند کړل او ویې ویل‪ :‬یا دې زما مور له پېښوره راشي او ما ته دې ډوډۍ په خپلو السونو را کړي او یا یې صفا کیسه راته وکړئ‪ .‬خیر ده‬
‫اکا؛ ته مې مور ته زنګ ووهه چې راشي؛ زما ډیره یادیږي‪.‬‬

‫د جنرال سترګې اوښکو واخیستې؛ ودان ته یې دالسه ورکوله او غوولونکې خبرې یې کولې؛ خوخپله یې د څادر په څنډه اوښکې وچولې‪.‬‬

‫په ورځو کې یوه ورځ داسې هم راغله‪ ،‬چې له کابله د خپرېدونکو اونیزو او ورځپاڼو لومړي مخونه دې خبر نیولي و‪( :‬ستره محکمه د‬
‫لومړي ځل له پاره د یو مړه شوي سرتیري دوسیه بیا څیړي) د خبر په تفصیل کې راغلي و‪ :‬ستره محکمه د یو داسې امنیت ساتونکي (کس)‬
‫دوسیه د دوهم ځل له پاره پرانیزي‪ ،‬چې هغه دوه کال وړاندې په عمري حبس محکوم او بیا مړ شو)‪.‬‬

‫جنرالغورځنګ چې (سیلۍ او ودان) یې ښوونځي ته بیولي وو؛ له بازاره راوړې ورځپاڼې ته په خپلې څوکۍ کېناست؛ لویه خاورۍ پیاله یې‬
‫په شیشه یي مېز او چایجوش تر مېز الندې چمن کې کېښود‪ .‬عینکو ته یې الس کړ؛ دا چې جنایي پېښې به تر ډیره د ورځپاڼې په دوهم مخ کې‬
‫وې؛ جنرال یې هماغه مخ وکوت؛ مهم خبرونه یې تر نظر تېر کړل‪ ،‬چندانې څه یې و نه موندل؛ خو چې څنګه یې د لومړۍ صفحې په دوهم‬
‫پارګراف نظر ولګېده؛ له مېز راپورته کړې پیاله یې له السه ولوېدله؛ اخ یې کړل؛ ښځه یې (ګاللۍ ترور)ورته ژر راورسېدله؛ ویې ویل‪ :‬وه‬
‫سړیه څه درباندې وشول؛ د جنرال له خولې غږ نه خوت؛ په سینې یې الس کېښود او د کیڼ الس په اشارې یې اخبار ته ګوته ونیوله؛‬
‫ګاللۍور وکتل؛ ګوري چې د ورځپاڼې په سر کې د سمسور له انځورسره لیکل شوي و‪ :‬ستره محکمه د یو مړه شوي سرتیري دوسیه د هغه‬
‫له مړینې وروسته څیړي! د ګاللۍ له خولې کریغه ووتله؛ لوریې را منډې کړې؛ چې هغه د سمسور په مرګ خبره شوه؛ نو هغه هم په ژړا‬
‫شوه؛ په کورکې د چیغو او سلګو اواز هر لور ته خپور شو؛ جنرال‪ ،‬ترور اولوریې ښه سره وژړل؛ بیا جنرال پاسېده؛ ژر ژر یې ورځپاڼه‬
‫قات‪ ،‬قات کړه او اوریې ورکړ؛ تر څو سیلۍ او ودان خبر نشي؛ د خپلې خونې تر څنګ یوې بلې خونې ته ننوت؛ د دروازې په خالصولو‬
‫سره ټوله فضا ګردونو ونیوله؛ ده سخت وټوخل؛ سیده د کوټې شمالي دیوال ته ودرېده‪ ،‬له اوږې لویدلی څادر یېرا واخیست او په یو چوکاټ‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫کې لږېدلی مسکان تصوی ر یې د کلونو له ګردونو څخه صفا کړ؛ ګوتې یې پرې ووهلې‪ .‬یو ځوان پکې راښکاره شو‪ ،‬چې پوځی جامه کې د‬
‫یوې ښکلې انجلۍ تر څنګ والړ و؛ د دواړو خولې له جانانه خندا ډکې وې؛ انځور په یوې غرنۍ سیمه کې ایستل شوی و؛ داسې ښکارېده‪،‬‬
‫چې دغه جوړه (هلک او انجلۍ) په غرني طبیعت (چاپیلایر) ښه پاخه مینان دي‪ .‬جنرال په تصویرونو الس کېښود؛ د چوکاټ نری تار یې را‬
‫کش کړ او انځور یې په خپلو السونو کې ونیو‪ .‬په ګونډو شو او سلګیو واخیست‪،‬ښه شېبه یې ورته وژړل او په همدغو ژړا کې یېوویل‪ :‬اخ‬
‫چې تا زما ومنله؛ کاش زه دې په لومړۍ ورځ پر مخ وهلی وای؛ حد اقل ته خو به ژوندی وای او ما به هم نن ژوند په ارامه کاوه‪ .‬ته ولې‬
‫الړې بچیه؛ زه ډیر کمزوری شوی یم؛ ستا الس نیوي ته اړ یم؛ خو ته نه یې؛ خلک وایي‪ ،‬چې‪ :‬مړ شوی یې‪ ...‬نه ته له ما سره داسې نشې‬
‫کولی؛ خپل پالر جان چا ته پرېږدې؛ بیا یې د چیغو اواز لوړ شو؛ ګاللۍ ترور یې هم تر شا را رسېدلې وه؛ هغې هم ښه ډیرورسره وژړل‪.‬‬
‫خو له دې ویرې چې څوک پرې خبر نشي؛ ژر ژر غلي شول‪.‬‬

‫ودان هم کور ته راغی؛ د نورو ورځو برعکس نن یې طبیعت لږ څه ښه شوی و؛ مګر جنرال په زړه کې مړ او ژوندی و؛ ډارېده چې خدای‬
‫مکړه ودان خبر نشي‪ .‬په کورکې یې هر یو خبر کړ‪ ،‬چې ټول دې نن له ودان سره ټوکې وکړي؛ تر څو هغه پوه نشي؛ بهر یې ډیر مه‬
‫پرېږدئ‪ ،‬چې څوک یې خبر نکړي‪.‬‬

‫ورځ تېره شوه او د شپې ډارونکی تور څادر وغوړېده‪ .‬جنرال په خپله خونه کې د ودان سر ته کېناست‪ ،‬کمپیوټر یې پرانیسته او انټرنېټ یې‬
‫ورسره وصل کړ؛ د ایمیل (‪ )e-mail‬په ‪( app‬پروګرام) یې د نویو پیغامونو د را رسېدلو خبر و‪ ،‬اټکل یې کاوه‪ ،‬چې د کاري ټیم کوم غړي‬
‫به ایمیل کړی وي؛ خو له کوم نامعلوم ادرسه لیکل شوي و‪:‬‬

‫ښاغلی جنرال صیب؛غورځنګ!‬

‫السالم علیکم‪...‬‬

‫غواړم درسره وګورم؛ د سمسور په اړه ډیر څه لرم؛ چې باید تا ته یې درورسوم‪ .‬د نن ورځې خبر هم د سمسور په خوښه ما رسنیو ته‬
‫(‪ )farward‬کړی و‪ .‬که کېدای شي؛ باید سره ووینو؛ سبا سهار ‪ ۸‬بجې چې ودان اوسیلۍ ښوونځي ته ورسوې؛ سره وینو‪.‬‬

‫د رڼا تیموري (هراتۍ) له اړخه!‬

‫جنرال فکر یوړ؛ ژر یې ذهن ته ور وګرځېدل‪ ،‬چې څو کاله وړاندې د هرات او کابل په عملیاتو کې سمسور د هراتۍ ذکرورته کړی و‪.‬‬

‫د ایمیل ځواب یې ورکړ‪.‬‬

‫په بله ورځ سهار ‪ ۸‬بجې د جنرال د کورور وټکېده؛ جنرال او ښځه یې ور ووتل‪ .‬د‪ ۲۸ —۲۵‬کلونو په عمر یوې پخې انجلۍ ته یې چې په‬
‫دریشي کې پټه وه؛ ښه راغالست ووایه‪.‬‬

‫انجلۍ د جنرال کور ته دننه شوه؛ په چمن کې ‪ ۳‬پرتو چوکیو کې جنرال‪ ،‬ښځه یې او یاده انجلۍ کېناسته‪ .‬انجلۍ هاخوا دېخوا کتل؛ جنرال‬
‫ښکته کتل؛ ښځې یې وویل‪ :‬زه به چای راوړم؛ انجلۍ وویل‪ :‬نه مورې؛ په بېړه کې یم بل وخت به شي‪ .‬بیا یې جنرال ته ور وکتل‪ :‬جنرال‬
‫صیب زه «رڼا تیموري» سمسور به هراتۍ ګڼلم؛ په ‪ ۲۰۱۲‬م کال د جوالیي په ‪ ۷‬مه هرات کې د ایران په کونسلګرۍ کې راسره مخ شوی و‪.‬‬
‫له هغه وخته مې ملګری و او د وروستي ځل له پاره مې په ‪ ۲۰۱۸‬میالدي کال د جوالیي په ‪ ۱۴‬مه سهار وختي پلچرخي زندان کې ورسره‬
‫ولیدل‪ .‬څه چې زما او د هغه ترمنځه پېښ شوي؛ په نورو لیدنو کې به یې درسره شریک کړم؛ خو له هر څه وړاندېد سمسور را سپارلې‬
‫کتابچه او لیکونه واخله؛ کتابچه ما هم لوستلې؛ د سمسور د ژوند لیک کېسه پکې خوندي کړې؛ خو د لیکونو د لوستلو اجازه مې نه درلوده او‬
‫باید یوازې تر تا مې را رسولي وای؛ د سمسور ډیرټینګار هم دا و چې‪ :‬پرته له کتلو یې باید تر تاسې ورسوم او غوره به دا وي چې تاسې یې‬
‫هم لیکونه د کتابچې له لوستلو وروسته ولولئ‪.‬جنرال کتابچه ترې واخیسته او انجلۍ هم سبا ته په جالل اباد کې د بیا لیدنې په وعدې سره‬
‫رخصت واخیسته‪.‬‬

‫نجلۍ الړه‪ ،‬جنرال د سمسور ژوند لیک (ډایرۍ) لوستلپیل کړل‪ .‬د کتابچې په پوخ شوتلي رنګ باندې لیکل شوي و‪:‬‬

‫اخ روحه؛ ته مې څومره ستړی کړې!‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫مګر په لومړۍورقې دا جمله کښل شوې وه‪:‬‬

‫ژوند مې هلته پیل کړ‪ ،‬چې تا سره مې د مینې تړون وکړ او هلته مړ شوم‪ ،‬چې دغه تړون ستا په ابدي جدایي(مرګ) سره نیمګړی شو‪.‬‬

‫په پیلیزې جملې سره د جنرالسترګې اوښلنې شوې؛ خو الزمه وه‪ ،‬چې مخکې یې لوستل کړي وای؛ د کتابچې په لومړي مخکې لیکل شوي و‪:‬‬

‫نن مې د اعدام ورځ ده!!!‬

‫دجنرال السونه وچ اوشخ پخپاتې شول‪ ،‬مخ یې سور او تور‪ ،‬سترګې رډې ختلې او له پښو یې ځمکه وتښتېده‪ .‬تر ‪ ۱۵‬دقیقو همداسې بې‬
‫چورته‪ ،‬شاک او بې انتها خفه ناست و‪ ،‬سترګو یې غټو غټو اوښکو او خولې یې سویو چیغو ته الره ورکوله‪ .‬په هر لور به یې چې وکتل؛‬
‫سمسور یې تر سترګو کېده؛ په سترګو یې تیاره راتله؛ خو دا چې له پوره یو کال وروسته یې د سمسور په اړه څه لوستل؛ بیرته یې کتابچې ته‬
‫الس کړ‪ .‬تر غرمې یې د سمسو ر د نیم ژوند کیسه د اوښکو په تویولو سره ولوستله؛ ښځې یې ودان اوسیلۍوریاد کړل او توصیه یېورته‬
‫وکړه‪ ،‬چې د هغوی له مخې باید و نه ژاړي او نه هم خفګان نیولې څهره ونیسي‪ .‬جنرال وویل‪ :‬زما وروستۍ هڅه به همدا وي‪ .‬موټر یې له‬
‫کوره وویست‪ ،‬په څو شېبو کې بیرته راغی او دواړه یې له ښوونځي راوستل؛ له غرمې ډوډۍ خوړلو وروسته خپلې باغچې ته ووت؛ د‬
‫باغچې دروازه یې بنده کړه او د کتابچې په لوستلو یې پیل وکړ‪ .‬د مازدیګر لمونځ یې هم هلته په ناسته وکړ‪ .‬تر ماخوستن ناوخته د باغچې‬
‫ګروپ لګېده او کله چې شپه پخېده؛ ده له څو سړو اسویلو سره د باغچې دروازه پرانیسته؛ په خپلې کوټې کې اوږد وغځېده؛ خوب نه ورته؛‬
‫پاڅېده په یوه کوزه (بدنۍ ) کې یې اوبه واچولې‪ ،‬اودس یې وکړ او اوږد لمونځ یې پیل کړ‪ ،‬څه په ناسته او څه په والړه؛ بیا یې د عادت پر‬
‫خالف ډیره اوږده دعا وکړه؛ څو ځله یې پکې وژړل او په پای کې یې خپل پنځونکي رب ته د عجز ښکلې سجده وکړه‪.‬‬

‫سهار شو‪ ،‬جنرال عادتا ً کارونه (د چایو څښل‪ ،‬ښوونځي ته د ماشومانو بیول‪ ،‬د ورځپاڼې کتل او د ایمیل چیک کول) ترسره کړل؛ بیا په موټر‬
‫کې کېناست او نېغ د جالل اباد ښار نه لرې په شمال لوري کې د بهېدونکي سیند په غاړه یو لویې ودانې ته الړ‪ ،‬چې یو وخت د سیکریټ ګارډ‬
‫ټیم مرکز و‪ .‬هلته یې د خپل کاري ټیم په مرسته رسنۍ را وغوښتلې؛ د بیالبیلو رسنیو (تلویزیونونو‪ ،‬راډیو ګانو او اخبارونو) ‪ ۱۴‬وتلي‬
‫ژورنالیستان له خپلو کیمره مینانو سره راورسېدل‪ .‬دی هم رسنیز دهلیز ته را ووت؛ خبریاالنو چې ولیده؛ لومړۍ پوښتنه یې ترې دا وکړه‪:‬‬
‫تاسې څوک یاست؟ مونږ نه څه غواړئ او ولې راسره داسې غیر مناسبه رویه وشوه؟‬

‫جنرال خپلې عینکې د واسکټ په جېب کې کېښودلې او په نرمه لهجه یې وویل‪ :‬له تاسې ټولو بښنه غواړم؛ تاسې ته مې د امنیه قوماندانۍ له‬
‫ادرسه خبر درکړ؛ خو له یو بل ستر رازه مې د خبرولو له پاره داسې وکړل‪ .‬بیا یې وویل‪ :‬زه په ختیځې حوزې کې د سپین غر زون له‬
‫پخوانیو جنراالنو څخه یم؛ تاسې ما په خپل مستعار نومجنرالغورځنګ (سمسور) سره پېژندلی شئ‪.‬‬

‫د یو څو خبریاالنو ترمنځ ګنګوسې شوې‪ :‬سمسور؛سمسور‪...‬؛سمسور تخلص څنګه چیرته دا خو به‪...‬؟‬

‫غورځنګ په تېز اواز وویل‪ :‬ولې زهله خپل نوم سره سمسور تخصل نشم لیکلی؛ زه چې د یو کوچني زوی له امله غورځنګ صادق وم؛‬
‫اوس د یو ځوان زوی د شهادت له امله غورځنګ سمسور یم؛ هغه سمسور چې ستره محکمه یې له مړینې وروسته دوسیه را څپړي‪.‬‬

‫یو دنګ خبلایر وویل‪ :‬ستاسې مخ نشو لیدلی؛ زمونږ د کیمرو مخه ستا په مخکې ایښو هندارو او وړانګو نیولې او چې ښه ځیر شو؛ تاسو‬
‫خپل مخ د کمانډو ځواکونو په څیر په شوتلي رنګ ککړ کړی دی؛ خپل هوئت پټوئ که بل څه په زړه لرئ؟‬

‫جنرال وویل‪ :‬نه غواړم څوک زما څهره وګوري؛ زه د خپل ځان او ملګرو هوئت تاسو ته نه شم څرګندولی‪.‬‬

‫جنرال چې څنګه خپله خبره پوره کړه؛یو چا د خبریاالنو له منځه غږ کړل‪ :‬نو له خاین سمسورسره ستاسې اړیکه څه ده؟‬

‫جنرال په چیغه وویل‪ :‬خاین نه؛ اتل‪ ،‬بلکې یو میړنی اتل‪ ،‬چې ټول عمر یې د دې وطن او خلکو خدمت وکړ؛ خو دوی په بدل کې څه ورکړل؟‬
‫خیانت کوونکی یې وباله؛ حال دا چې هغه خپله خاوره مور او خپل ولس جانان ګڼل‪ .‬زه لعنت لېږم په داسې بې ضمیرو خلکو چې پرته له‬
‫کوم ثبوته د پردیو او یرغلګرو جاسوسي شبکو په اشاره د څو پیسو په بدل کې خپل افغان ورورته خاین وایي او اعدامول یې خپل حق ګڼي‪.‬‬

‫ــ خبلایر بیا وپوښتل‪ :‬ستاسې د خبرو مطلب دا چې سمسور باید بې ګناه وګڼل شي‪ ،‬حال دا چې په هغه د خیانت او قتل تورونه دي؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ زه نه وایم چې هغه بې ګناه و‪ ،‬هغه ډېرګناهګار و؛ هغه په وطن مین و‪ ،‬په ټولو افغانانو‪ ،‬ملګرو‪ ،‬کورنۍ‪ ،‬اوالدونو او خپلې میرمن مین و؛‬
‫تر ټولو لویه ګناه همدا مینه ده‪ ،‬چې دی یې هم تر اعدامه ورساوه‪.‬‬

‫ــ نو تاسې څه ثبوت لرئ؟‬

‫ــ زه ثبوت لرم؛ خو هغوی څه ثبوت لري‪ ،‬چې سمسور خاین دی؟‬

‫ــ سمه ده؛ نو تاسې د بې ګناهۍ ثبوت وړاندې کړئ‪.‬‬

‫په دې سره جنرال له یو مستطیل ډوله خړې کڅوړې نه یوه رنګینهکتابچه راواخیسته او ویې ویل‪ :‬که د پېښې پوره درک کول او مظلوم ته د‬
‫حق رسول مو هدف وي؛ نو‪ ۵ ،۴‬ساعتونه وخت مو غواړم او که نه؛ نو تاسې چې د جالل اباد ښار له کوم ځای نه په پټو سترګو دلته راوړل‬
‫شوي یاست؛ هماغسې مو بیرته لېږلی شم‪.‬‬

‫خبریاالنو ومنله او په څوکیو کې کېناستل‪.‬‬

‫جنرال لومړۍ کتابچه پرانیسته‪ :‬لومړي دوه توري یې داسې وو‪:‬‬

‫نن مرمه او له خپلې مینې سره د تل له پاره یوځای کېږم‪ .‬له هغې مینې سره چې په خاطر یې دوی ما د اعدام تر تختې خېژوي؛ مګر زه نه‬
‫ویره محسوسوم او نه کوم ډار؛ خو اندېښنه لرم او هغه هم زما د دوو ګاللیو! اخ زما ګلونو! زما د ګل (مینې) راپاتې؛ بلکې له ما هم نورو ته‬
‫پاتې ګاللیو!‬

‫ورپسې جمله یې داسې لیکل شوې وه‪:‬عجیبه اتفاق خو دا چې (نن (شنبه) د ‪ ۲۰۱۸‬م کال د جوالیي ‪۱۴‬مه زما د کلیزې او اعدام ورځ ده په‬
‫‪ ۳۰‬کلنۍ کې زما ساګانې ختمیږي‪ .‬هغه انګلیسي ژبې کېورته څه ښه وایي‪! )End of Life( :‬‬

‫خبریاالن ځیږ شول؛ جنرال ادامه ورکړه‪:‬‬

‫نن مې باالخره روح نور د سکون په لوري درومي؛ د اعدام ځانګړې جامې مې په تن کړې؛ زړه کې مې عجیبه عجیبه خبرې تیریږي‪ ،‬ځینې‬
‫نیمګړېوعدې‪ ،‬بعضې پخوانۍ کیسې‪ ،‬خواږه دوستان‪ ،‬مینناک یاران‪ ،‬یو څه ځانګړي او خپلوي پالونکي خپلوان او له دې ټولو هاخوادوه خواږه‬
‫(لور مې مالله سیلۍ چې دا وخت به ‪ ۵‬کلنه وي او ‪ ۷‬کلن زوی مې نصیر ودان) هم سترګو سترګو ته کیږي؛ په دې منځ کې مې مور جانه‬
‫همرا یاده شوه؛ هغه لنډۍ یې څه ښه ویلې‪:‬‬

‫زما به هیره نشې مورې‬

‫که د جنت په منارو والړه یمه‬

‫زه چې اوسمهال ستاسې له پاره هر څه یم؛ نو یم به؛ خو تاسې ځانونه په سوچ کې د یو بې ګناه پالر په مقام کېنوئ او د دوو کوچنیو‬
‫ماشومانو د پالر وژنه وارزوئ؛ ایا دا به د هغوی ژوند تباه کول نه وي!‬

‫د دې تورکرغېړن زندان چې ما پکېڅه باندې ‪ ۲‬کاله تېر کړي؛ له تورې پنجرې لیرې ګورم‪ ،‬فکر مې ماشومتوب اود مور غېږته ورسوي؛ بیا‬
‫د ‪ ۲۰۰۶‬کال هغه ورځ را یاده شوه‪ ،‬چې د لومړي ځل له پاره مې خپلې مینې سره ولیدل‪.‬‬

‫«ښه مې یاد شي د ‪ ۲۰۰۶‬م کال د اپرېل میاشت ‪ ۱۵‬مه نیټه وه‪ ،‬چې د خپل ښوونځیوروستی ټولګی مې پیل کړ‪ ،‬ښوونځی مو تر لسم ټولګي‬
‫پورې و‪ ،‬تکړه ښوونکي او ذهین زده کوونکي مو درلودل‪ ،‬زه خو تر ‪ ۸‬ټولګي چندانې الیق نه وم‪ ،‬خو کله چې نهم صنف ته ورسیدم؛ نو یو‬
‫څه خواري مې پیل کړه‪ ،‬هغه و‪ ،‬چې چهارنیمه اوسالنه (څلور نیمه میاشتنۍ او کلنۍ) ازموینو کې ‪ ۵‬او‪ ۴‬نمبر راغلم؛ کله چې لسم ته داخل‬
‫ش وم‪ ،‬هڅه مې پیل کړه‪ ،‬چې‪ :‬نور باید په مخکې نمبرو کې راشم؛ ځکه چې په دغه ټولګي کې د شمېر د کموالي له امله انجونې راسره یوځای‬
‫شوې‪ ،‬په څلورنیمه میاشتنیو ازموینو کې دوهم نمبر راغلم‪ ،‬یوازې یوه انجلۍ د څو نمبرو په توپیر را نه مخکې وه‪ ،‬هلکان او استاذان په دې‬
‫راتهحیران و‪ ،‬چې‪ :‬څنګهپه دې دوو کلونو کې له لسم او دولسم نمبر څخه دوهم ته راغلم‪ ،‬خو خیر هغوی هم پوه شول‪ ،‬چې‪ :‬هلک خواري‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫پیل کړې‪ ،‬پخوانی اول نمبر مو ډیر پریشان و او چې کله کلنۍ ازموینې پیل شوې؛ نو اول نمبر شوم‪ ،‬هغه انجلۍ په دریو نمرو راڅخهشا ته‬
‫پاتې شوې وه‪ ،‬پخوانی اول نمبر (حماد) او دوهم نمبر (سلیم) مو پنځم او څلورم نمبرو ته الړل‪.‬‬

‫د نتایجو ورځ را ورسیده‪ ،‬ټول ټولګیوال مو راغلي وو‪ ،‬خو د ناکامو او شکست خوړلو رقابت کوونکو درک نه لګېده‪ .‬له لومړي ټولګي یې د‬
‫بریالیو او پاتې زده کوونکو نومونه پیل کړل‪ ،‬کشر ورور مې (عادل) هم په دریم ټولګي کې دریم نمره شوی و‪ ،‬کله چې زمونږ د ټولګي وار‬
‫راورسېده‪ ،‬زړه مې ضربان زیات کړ‪ ،‬ډاریدم چې هغه انجلۍ نه وي راڅخه مخکې شوې؛ خو چې څنګه مې له مایک نه دغه اواز واورید‬
‫(‪ )samsor s/of azmat is the first‬نو له خوښۍ په بله دنیا کې روان وم‪ ،‬هغه وخت را په هوښ شوم‪ ،‬چې کله یې دوهم ځل زما نوم په‬
‫لوډسپیکر کې واخیست او ملګري (نصیر) وښورولم‪ ،‬ژر له خپل ځایه اوچت شوم او د سټیج (دریځ) مخې ته ورغلم‪ .‬سرمعلم او ښوونکې‬
‫(میس حمیده) راته انعام او ټاکلې ډالۍرا کړل او بل زیری یې راباندې دا وکړ‪ ،‬چې‪ :‬عمومي اول نمبر هم ته یې؛ نو تا ته د ادارې له خوا دا‬
‫ساعت او (‪ )white board‬سپینه د لیکلو تخته یوه بله جایزه ټاکل شوې؛ هغوی مې ستاېنه وکړه‪،‬ورپسې د دویم نمبر نوم راغی‪ ،‬هغه پخوانۍ‬
‫انجلۍ وه‪ ،‬دا ځل مې یېاصلي او خپل نوم هم زده کړ‪ :‬سدرا (‪ )sidra‬د پالر نوم یې ملِک (‪ )malik‬و؛ خو مکتب کې په سیلۍ مشهوره وه؛‬
‫ځکه په یو ځای کې له پنځو دقیقو زیاته نشوای تم کېدای او په درسونو کې هم ډیره تېزه وه‪ .‬که رښتیا ووایم؛ نوم یې راته ډیر په زړه پورې‬
‫وبریښد‪ ،‬له لومړیو یې په زړه راته ښه اغیز پرېښود‪ ،‬څو ځله مې د هغې نوم له ځان سره تکرار کړ‪( ،‬سدرا‪ ،‬سدرا که سیلۍ) نه‪ ،‬ننه‪ ،‬نه‬
‫سدرا؛ هو سدرا! دا نوم ما ته بیخي نوی او ښکلی دی‪ ،‬همدا صحیح دی‪.‬‬

‫ال به دقیقه نه وه وتلې‪ ،‬چې‪ :‬سدرا مې تر خوا راغله‪ ،‬ځان مې یو څه را ټول کړ‪ ،‬د زړه زربان مې زیات شو‪ ،‬تر اوسه مې ټول کال کې له‬
‫هغې سره کومه خبره نه وه کړې‪ ،‬بس څو ځله مو نظرونه سره جنګیدلي وو‪ ،‬چې د دغه کشمکش پای د تندي په ورینولو سره ختم شوی و‪.‬‬
‫سدرا له را تګ سره زما خوا تهپه تیز نظر را وکتل‪ ،‬مګر چې زه یې په خپل لور ځیر ولیدم؛ نو ژر یې سترګې په خپلې اطالعنامې‬
‫(خبرپاڼې) کې وټومبلې‪ ،‬تر څنګ مې کېناسته‪ ،‬له کتلو سره سم یې وویل‪ :‬خیر خو به وي سمسوره! ډیر نا ارامه ښکارې‪ ،‬ناروغ خو به نه‬
‫یې‪ ،‬په ازموینو کې هم ډیر خفه او له ذهني فشار سره مخامخ ښکارېدې‪ ،‬زما تندي ته یې وکتل‪ ،‬خولې وم‪( ،‬څه ګرمي وه او څه له سدرا سره‬
‫د خبرو لومړی ټکر‪ .).. .‬ژر یې د خبرو لوري بدل کړ‪ ،‬ورو یې وویل‪ :‬په بښنې! څنګه را نه هیر شول‪ ،‬مبارک دې وي!!‬

‫زه که خوشحاله وم؛ نو هغومره وراخطا هم وم‪ ،‬لومړی ځل و‪ ،‬چې سدرا سره به غږېدم‪ ،‬په ریږدیدلي اواز‪ ،‬ماتو تورو‪ ،‬بې ربطه الفاظو او‬
‫رپانده غږ کې مې د مبارکي ځواب ورکړ اومننه مې وکړه ‪ ،‬بیا یو څه موسک شوم؛ خو حواس مې شیندل شوي و‪ ،‬سم لکه مجبورۍ اړ کړی‬
‫غل چې د خپلې لومړنۍ غال پر مهال د کوربه له خوا ونیول شي اویو دم رېږدېدا پرې راشي هره خبره مې بنده‪ ،‬بنده کېده؛ دا چې سدرا پوهه‬
‫نشي‪ ،‬سر ته مې الس ونیولو‪ ،‬چې بې خوبي او سر درد بهانه کړم‪.‬‬

‫خو هغههم په اسانه نه تیروتله‪ ،‬هغه لکه یوه پخه او ماهره ډاکټره چې وي؛ ویې ویل‪ :‬څه ستونزه ضرور شته‪ ،‬له ما یې ولې پټوې؟ که زه مو‬
‫مرسته کولی شم‪ ،‬حاضره یم!‬

‫له مسکا پېش کولو سره مې مننه وکړه‪ :‬ښاد اوسئ! دا هم ډیره ده‪ ،‬چې‪ :‬زمونږ پوښتنه کوئ! له دې سره مو د خبرو لړۍ پرې شوه‪.‬‬

‫سدرا په کوم بل لوري وکتل‪ ،‬ما ژر سر تر پایه خپل ځان له نظره تیر کړ‪ ،‬د ځان کنترولولو هڅه مې پیل کړ اود ګرمۍ له امله د خولې شوي‬
‫ګډوډ پیکي او د سر په نورو وېښتو مې الس تېر کړ‪.‬‬

‫ناڅاپه سدرازما لور ته را وکتل‪ ،‬ویې خندل او بیا یې مخ د یو ماشوم په لوري واړوه‪ :‬اې ورورکه! لږ اوبه خو راوړه! ماشوم له جک او دوو‬
‫ګیالسونو سره راغی‪ ،‬س درا اوبه ترې واخیستې‪ ،‬لومړی یې یو ګیالس ما ته ونیولو‪ ،‬ما هم په مننې سره واخیسته‪ ،‬دوهم ګیالس یې خپلو‬
‫شونډو ته یوړ او ښه په مزه یې وڅښه ؛ مګر مخ یې له ما اړولی و او له یو څه پټې هڅې سره یوازې د ګیالس په لیدلو وتوانېدلم‪ ،‬نه پوهېدم‬
‫کوم کشش د هغې په لوري ورکتلو ته اړ ویستم؛ مګر هغې ته په ورکتلو سره مې ښه احساس کاوه‪.‬‬

‫له سدرا سره مې خبرې زیاتې شوې‪ ،‬یو څه عادي شوم‪ ،‬خبرې مو د یو بل له حال پوښتلو‪ ،‬تر لږ شان پېژندنې‪ ،‬کورني حالت اوروان ژوند‬
‫پورې ورسېدې‪ .‬که رښتیا ووایم‪ :‬د سدرا خبرې ډیرې خوږې راباندې لګېدې‪ ،‬کله ناکله به چې هغې په ټولګي کې خبرې کولې‪ ،‬نو لږ څه به‬
‫مې غوږورته نیولو‪ ،‬په هغه وخت کې مې له انجونو سره هیڅ خبره نه کوله؛ مګر د هغې خبرې ولې زما په غوږونو نرمې لګېدلې او دې‬
‫خواهش مې له کله نه په زړه کې ځاله جوړه کړې وه‪ ،‬نه پوهېدم؛ خو اوس چې له سدرا سره غږېدم‪ ،‬ځان راته بې تاجه باچا ښکارېده چې د‬
‫راتلونکي ژوند تاج یې هغه وه ‪ .‬زمونږ د ټولګي او حتی ټول ښوونځي هلکانو غوښتل‪ ،‬چې انجونو سره خبرې وکړي‪ ،‬له هغوی سره لینونه‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫(رابطې) جوړ کړي ان تر دې چې د ریاضي ښوونکي به ویل‪ :‬هلکان اکثره رابطه جوړونکي دي او دوی په ریاضي کې ډیر تکړه وي‪،‬‬
‫هغوی کولی شي‪ ،‬مثلثات اوکیمیا ښه یاد کړي؛ ځکه دوی الین ماران او د (اړیکو جوړونکو عناصرو) په څېر دي؛ د ‪( cos ،sin‬ساین‬
‫کوساین) رابطې هم ښې حلولی شي‪.‬‬

‫په مکتب کې به چې کومو شوخو هلکانو انجونې تنګولې؛ نو د انجونو به بد ایسېدل؛ خو غلي هلکان هم د انجونو له شره نه و خالص‪ ،‬هغوی‬
‫بیا له انجونو ازار ول‪ ،‬ټوکمارومارو زده کوونکو به دې ډول هلکانو ته نرښځیان ویل‪ ،‬زه هم د همدغو هلکانو ښکار وم‪ ،‬خو ډیرې چوپتیا‬
‫مې هغوی هم راڅخه غلي کړي وو او بله دا چې زه یوازې په ښوونځي او ټولګي کې غلی کېناستم‪ ،‬بهر او الرو کوڅو کې مې ښه ګپ شپ‬
‫او ملګرتېا لرله‪.‬‬

‫په انجونو کې سدرا هغه څوک وه‪ ،‬چې‪ :‬ډیرې خبرې یې نه کولې‪ ،‬هر وخت به خاموشه وه‪ ،‬په انجونو کې یې هم له یو څو سره له ستړې‬
‫مشې او علیک سلیک پرته زیاتې خبرې نه درلودې‪ ،‬الفاظ یې پریکنده و‪ ،‬دومره کمې او کوچنۍ جملې به یې له خولې را بېلدلې‪ ،‬چې‪ :‬د یوې‬
‫خبرې بیه یې له یوې تولې سرو زرو سره برابره وه‪ .‬د سدرا خوی او خاصیت د نورو انجونو په پرتله ډیر توپیر درلود او له چا سره یې ډیر‬
‫کار نه ساته ‪ .‬د اړتیا په صورت کې به یې خبرې کولې‪ ،‬ډیرې یې اورېدې او کمې یې کولې‪.‬‬

‫ما سره یې په لومړۍ لیدنه او مالقات کې ډیرې خبرې وکړې‪ ،‬زه لږ څه غلی وم؛ خو هغه ډیره غږېدله‪ ،‬وروستهغلې شوه؛ ویې ویل‪ :‬خسته‬
‫(زړه تنګی) خو مې نکړې؛ نن ډیره وغږېدم‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬بالکل هم نه‪.‬‬

‫یو ځل بیاد یو څو شیبو له پاره خاموشه شوه‪ ،‬سترګې مې پورته کړې‪ ،‬هغې ښکته کتل‪ ،‬ته وا ما ته یې د دیدن اجازه را کړې ده‪ ،‬په زړه مې‬
‫وګرځېدل‪:‬‬

‫''بس دومره ده چې اوس یې غال نه ګڼم‬

‫هغه پخپله د دیدن له پاره سر ښکته کړي''‬

‫بېا مې په ځیر ځیر ورته وکتل او ومې ویل‪ :‬سدرا یو څو پوښتنې کولی شم؟‬

‫په حیرانتیا یې را وکتل او ویې ویل‪ :‬ولې نه‪ ...‬سل پوښتنې خو وکړه!‬

‫ما وویل‪ :‬ښه نو دا راته ووایه‪ ،‬چې د کوم ځای اوسېدونکي یئ؟ چیرته مو کور دی او ولې دومره کمزورې شوې یې؟‬

‫هغې لومړی وموسل او اننګي یې نسبت تیر وخت ته سره شول‪ ،‬سترګې یې اوچتې وغړولې او نظر یې له ماسره وجنګېده‪ ،‬په ټیټ اواز یې‬
‫وویل‪ :‬څه عجیبه پوښتنې دې وکړې سمسوره‪ .‬زه په اصل کې د کونړ یم؛ خو دلته په سوات کې اوسیږو‪ ،‬خلک راباندې د سواتیانو ګمان کوي‬
‫او د سوات اوسیدونکي مو بولي؛ هغه ځکه چې زمونږ نیکونه له خپلو کورنیو سره یو ځای له کونړه دلته راغلي‪ ،‬هغوی ډیر غریب خلک وو‬
‫او د ښه ژوند په لټه کې تر سواته راورسېدل‪ ،‬اوس هم اوړی پ ه سوات کې تیرو؛ خو له اوړي پرته دری موسمه په پېښورکې اوسیږو‪ ،‬کله‬
‫ناکله کونړ کې د خپلو پلرونو ځای‪ ،‬لغمان کې د ترور او ننګرهار ته د ماماګانو کره ورځو اود دریمې پوښتنې ځواب به څنګه درکړم‪ ،‬زه د‬
‫کومې کمزوري په ا ړه وغږېږم‪ ،‬لکه د نورو په څیر د خپل وجود د کمزوري کېدو په اړه او که درسونو کې د کمزوري په اړه‪.‬‬

‫ــ ښه به وي که د دواړو په اړه وغږېږې!‬

‫انسان خو په خپل بدن کې کمزوري نشي لیدلی؛ خو نوریې ویني‪ ،‬ته چې اول زمونږ ښوونځي ته راغلې‪ ،‬له لومړۍ ورځې تر دا مهاله ډیر‬
‫ډنګر (وچ‪ ،‬او کمزوری ) شوی یې‪ ،‬حال دا چې ته وایې‪ :‬نه یم کمزوري شوی‪ ،‬ما هم داسې وګڼه‪ ،‬بله دا چې لږ څه ناروغه شوې یم‪ ،‬تبې مې‬
‫دي او د سر درد هم را پسې شوی‪ ،‬په تیرو شلو ورځو کې خو یې سخته ځورولې یم اوپاتې شوه د درسونو خبره؛ نو په درسونو کې نه یم‬
‫کمزورې شوې‪ ،‬د پخوا په څیر کوښښ کوم؛ مګر تا لږ وړاندې وویل‪ ،‬چې‪ :‬د بې خوبي له امله مې سر خوږیږي‪ ،‬طبعا ً درس به دې ویلی وي‬
‫او خواري به دې کړې وي؛ نو ځکه ته مخکې شوې او زه په دوهمه درجه کامیابه شوم‪ ،‬ویې خندل او زیاته یې کړه‪( :‬زما نو څه ګناه ده‪ ،‬تا‬
‫شپه او ورځ په اول نمره ګي پسې یوه کړې ده)‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ومې موسل؛ خو لومړي ځواب یې خفه کړم‪ ،‬په هغې مې ناروغي نه پېرزو کېده‪ ،‬هسې خو باید د ټولو په ناروغۍ خفه شو؛ خو په سدرا مې‬
‫زړه ډیر خفګان ونی و‪ .‬ومې ویل‪ :‬نو دا ښار چې له ډاکټرانو ډک دی‪ ،‬په لسګونو ډاکټران شته‪ ،‬یویشتمه پېړۍ ده؛ یوولسمه نه‪.‬کوم طبیب ته‬
‫باید مراجعه وکړې او له تکړه‪ ،‬ماهرو او مسلکي ډاکټرانو ټول ښار ډک‪....‬‬

‫خبره یې په خوله کې را وچه کړه‪ ،‬هر څه مې کړي‪،‬تر اوسه ‪۷ ،۶‬ډاکټرانو ته تللې یم‪ ،‬شل قسمه ټیسټونه او دارو درمل مې کړي؛ خو څه‬
‫فایده؟ هیڅ ګټه یې نشته‪.‬‬

‫د حل الرې پوښتنه مې وکړه‪ ،‬چې‪ :‬اخیر به نو څه کوې او ډاکټران څه وایي؟‬

‫هغې وویل‪ :‬ډاکټران زړې تراویح او زړې مسئلې‪ ،‬زوړ رباب او زړه سندره‪ ،‬نوي هیڅ هم نشته‪ ،‬کله د پرهیز خبره کوي‪ ،‬کله د ښه خوراک‪،‬‬
‫کله مې له میوې منع کوي‪ ،‬کله له سبزي‪ ،‬بس خپلې لوبې کوي‪ ،‬نور هیڅ هم نشته‪ ،‬خدای ته هیله لرم‪ ،‬چې‪ :‬ښه به مې کړي‪ ،‬ته راته یوازې‬
‫دعا کوه‪.‬‬

‫ما بې اختیاره وویل‪ :‬اوه؛ دا څه وایې؛ ولې نه مونږ به هر وخت ستاسې له پاره دعاګو یو‪.‬‬

‫سدرا اوچته شوه‪ ،‬ویې ویل‪ :‬په مال کې مې درد شو‪ ،‬لږ څه به وګرځو او بیا به د پروګرام پاتې برخې ته راګرځو‪ ،‬هسې نه هم امتحانونه ختم‬
‫شول‪ ،‬دا دي نتایج هم وویشل ش ول اوسر له صبا به رخصتي اعالنیږي؛ خو ته راته دا ووایه‪ ،‬چې‪ :‬سمسور به بیا کله ونیو؟ ویې وموسل‪ :‬زما‬
‫مطلب کور یې چیرته دی‪ ،‬که ژوند یاري وکړه‪ ،‬یوه ورځ به چکر ور وهم‪ ،‬له خویندو او خپلوانو سره به یې لیدل خوښ کړم؟!!‪.‬‬

‫دې پوښتنې یې حیران کړم‪ ،‬د کور پته مې ورکړه او ورته ومې ویل‪ :‬هر کله را شئ‪ ،‬زه مو په انتظار! (سترګې په الر یو درته)‪.‬‬

‫د نتایجو د اعالن په منځ کې اعالن شوې لنډه تفریح په ختمېدو وه؛ پروګرام یو ځل بیا پیلیدونکی و‪ ،‬د ښوونځي د مدیر‪ ،‬سرمعلم او ښوونکو‬
‫په مشوره عکاس راوستل شوی و او د ټولو مخکښو بریالیو زده کوونک و (اول نمره‪ ،‬دوهم نمره او دریم نمره) انځورونه یې ویستل‪ ،‬مونږ ته‬
‫هم وار راورسېده‪ ،‬انځورګر وویل‪ :‬که ستاسې خوښه وي‪ ،‬یو دوه انځورونه به مو وباسم‪ ،‬ما څه ونه ویل او سدرا هم غلې وه‪ ،‬په څوکۍ کې‬
‫لږ را سم شوم او انځورونه یې وویستل‪.‬‬

‫زه د انځورونو د اخیستلو په علت هی څ ونه پوهېدم؛ خو وروستهراته ښوونکې (میس حمیده) وویل‪ :‬د دغو زده کوونکو انځورونه ځکه اخلي‪،‬‬
‫چې‪ :‬په لویو لویو بورډونو کې یې لګوي اولوحې جوړوي‪ ،‬د خیبرپښتونخوا د معارف له ایالتي ادارې غواړي‪ ،‬څو دغه ښوونځي ته د لسم تر‬
‫څنګ د یولسم اودولسمټولګي (لېسې) دیارلسم او څوارلسم (دارالمعلمین) درجه ورکړي‪ ،‬چې پېښور او شاوخوا سیمو کې میټرک او کالجورته‬
‫وایي‪.‬‬

‫انځورګر له تصویرونو اخیستلو فارغ شو‪ ،‬پروګرام هم په ختمېدو و‪ ،‬سرمعلم د لوډسپیکر مخې ته را څرګند شو‪ ،‬د خاموشي اختیارولو او‬
‫متوجه کېدو هیله یې وکړه‪ ،‬خبرې یې پیل کړې او ویې ویل‪ ،‬چې‪ :‬سبا به له لومړي ټولګي تر لسم ټولګي ټولو کامیابو شویو زده کوونکو ته‬
‫په مقامي (ځایي‪ ،‬سیمه ییز) پارک کې یو تفریحي پروګرام جوړیږي‪ ،‬چې‪ :‬د تفریح تر څنګ به پکې د ځینو نورو صحنو شاهدان هم واوسئ‪،‬‬
‫هیله ده چې په راتلو به مو خپل پروګرام نور هم ښایسته کړئ! بیا یې له نن ورځې د دریو میاشتو رخصتي اعالن کړه‪ ،‬لوډسپیکر (جګ‬
‫غږی) یې اف (بند) کړ‪ .‬هلکان او انجونې ټول په یو او بل لوري سره روان شول‪ ،‬خدای پاماني شروع شوه‪ ،‬هر یو به یو بل څخه معافي او‬
‫بښنه غوښته‪ ،‬ډیرو ټولګیوالو ما سره هم خدای پاماني وکړه‪ .‬خو ځینې نورو یې له مکتبه د خالصېدو له خوشحالۍ په شا نه دي را کتلي‪.‬‬

‫ښوونځی خالي شو‪ ،‬د ګوتو په شمار زده کوونکي لیدل کېدل‪ ،‬څو ښوونکي هم موجود و‪ ،‬میس حمیده‪ ،‬شمایله (دواړه ښوونکې)‪ ،‬نصیر‪،‬‬
‫سدرا‪ ،‬مالله (ټوګلیوال) او عادل (زما ورور) هم کله کله تر سترګو کېدل‪ ،‬سدرا راسرهخبرې جاري وساتلې‪ ،‬له څوکۍ اوچت شوم‪ ،‬شخي مې‬
‫وویسته‪ ،‬په ټول بدن کې مې ټکاری (د ټکونو اوازونه) شول‪.‬سدرا ته مې وویل‪ :‬کولی شم‪ ،‬یو ځل د خپل ورورصنف وګورم‪.‬‬

‫هغې وخندل‪ :‬له غریبانو څوک نه پوښتي‪( ،‬ستاسې حکم‪ ،‬زمونږ منل)‪.‬‬

‫د عادل دوی ټولګي ته روان شوم‪ ،‬سر له پای مې ټول ټولګی له نظره تیر کړ؛ خو هغه نه ښکارېده؛ بیرته د سدرا څنګ ته راغلم‪ .‬زه ال له‬
‫سدرا سره وم‪ ،‬چې ښوونکې حمیده هم راغله‪ ،‬له ټولو ښوونکو سره مو خدای پاماني وکړه اوروان شو‪ ،‬د ښوونځي له دروازې ووتو‪ ،‬یو دم‬
‫(ناڅاپي) مې سدرا ته وویل‪ :‬سدرا! تا ونه ویل‪ ،‬چې‪ :‬اوسمهال چیرته اوسیږئ؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫معذرت یې وغوښته‪ ،‬ویې ویل‪ :‬را نه هیر و‪ ،‬په بښنې د پېښور په ګلشن کالونۍ‪ ،‬سمیع ټاون‪ ،‬نمبر ‪ ۴‬سټریټ (کوڅې) کې (همایون ورکشاپ)‬
‫ته مخامخ د وهم کور زمونږ دی‪ ،‬تر خوا مو نورکورونه هم شته‪ ،‬افغانان دي‪ ،‬هره ورځ یې په کورونو کې دومره النجې وي‪ ،‬چې ټوله کوڅه‬
‫یې په سر اخیستې وي‪.‬‬

‫له دې خبرې سره یو څه ارامه شوم‪ ،‬ځکه هغه مې بیا موندلی شوه‪ ،‬کوریې زمونږ د ترورکور تر څنګ و‪ ،‬هلته ډیر افغانان اوسیدل‪ ،‬اکثره‬
‫یې د لوګر‪ ،‬کونړ او ننګرهار وو‪.‬‬

‫له ښوونځي ووتو‪ ،‬له سدرا مې د یوې پوښتنې اجازهوغوښته‪ ،‬هغېرا کتلو سره وخندل‪ ،‬ما ویل‪ :‬که راته ووایې‪ ،‬چې د اوړي په رخصتیو کې‬
‫خو به سوات ته نه ځې؟ خبره مې ال سر ته نه وه رسولې‪ ،‬چې‪ :‬د هغې د تره لور مالله راغله‪ ،‬مالله ډیره شوخه انجلۍ وه‪ ،‬ژر یې د حیرانتیا‬
‫څهره واغوستله‪:‬واو(‪)Wow‬لومړی ځل دی‪ ،‬چې‪ :‬دوه رقیبان (سیاالن) په خبرو وینم‪.‬‬

‫له دې خبرې سره سدرا ور برګه شوه‪ :‬اې کم عقلې ماللې! په همصنفي توب کې رقابت کله هم د خبرو مانع نشي کیدلی‪ ،‬په راتلونکي کې‬
‫داسې خبره چېرته هم ونه کړې‪.‬‬

‫هغه هم سمه د سي ای اې جاسوسه وه‪ ،‬په اسانه یې نه منله‪ ،‬په خبره کې یې خبره لټوله‪ ،‬ژر یې وویل‪ :‬ښا څه خبرې مو کولې؟ له سهار‬
‫راهیسې درته ګورم‪ ،‬سره ګړیږئ او مړیږۍ نه!‬

‫زه د ځواب له پاره مخکې شوم‪ ،‬ما ویل‪ :‬ستا په اړه مې له سدرا څخه پوښتنې کولې‪ ،‬هغې وویل‪ very good :‬ډیره ښه بهانه ! زه غلی شوم‪،‬‬
‫خو هغې کله په ارام پریښودلو‪ ،‬په امرانه لهجه یې وویل‪ :‬سم ځواب غواړم!‬

‫ما وویل‪ :‬ښه نو غوږ شه‪ ،‬ژر س دراورته وویل‪ :‬ښه نو غوږ شه چې ستا کار پکې نشته او تا ته یې نه وایو‪ ،‬ځکه پکې تاواني کېږې‪.‬‬

‫هغې تاوان قبول کړ‪ ،‬ویل هیڅ پرواه نه کوي‪.‬‬

‫سدرا وویل‪ :‬سمسور وایي‪ ،‬چې‪ :‬مالله زمونږ د ټولګیوال نصیر خوښه شوې‪ ،‬په دې خبرې سره هغې وخندل‪ ،‬نارې یې کړې درواغ‪ ،‬درواغ‪،‬‬
‫درواغ ماشومه نه یم‪ ،‬چې‪ :‬په وو نه وو به مې غلطه کړئ‪ ،‬هغې دا خبره درواغ وبلله؛ خو زه لږ څه حیران شوم‪ ،‬له دې وړاندې مې هم په‬
‫نصیر شک اخیستی و؛ مګر حیرت هلته واخیستم‪ ،‬چې‪ :‬سدرا هم پرې پوهه شوې وه‪ .‬زه ال په خپل فکر کې ورک وم‪ ،‬چې‪ :‬ماللې وویل‪:‬‬
‫وخت نشته‪ ،‬کور ته ځو‪ ،‬له راتلونکې ورځې پرته نشو سره لیدلی‪ ،‬باید رښتیا ووایئ؟‬

‫سدرا له ما مخکې شوه‪ :‬له سمسورسره مې پیژندګلوي وشوه‪ ،‬د هغه‪ ،‬د کورنۍ‪ ،‬ځای ځایګي‪ ،‬وطن او کاروبار پوښتنه مې ترې وکړه‪ ،‬د یو‬
‫بل په اړه مو معلومات سره وړاندې کړل‪.‬‬

‫ماللې په زوره زوره وخندل‪ ،‬سدرا ته یې مخ کړ‪ ،‬ویې ویل‪ :‬ښه نو ته سمسورنه پېژنې‪ ،‬چې څوک دی؟‬

‫سدرا وویل‪ :‬ایله اوس مې وپېژنده‪ ،‬له ښوونځي یې دری کیلومتره لرې کور دی‪ ،‬یو ورور لري‪ ،‬مور یې وفات شوې او یوازینی وروریې هم‬
‫زمونږ په ښوونځي کې درس وایي‪ ،‬دی خپله زمونږ اول نمره دی‪ ،‬کوم خاص کار نه کوي‪ ،‬په افغانستان کې د لوګر صوبې (والیت) دی‪.‬‬

‫ماللې ور غبرګه کړه‪ ،‬والله که دې له سره پېژندلی وي‪ ،‬زه یې دروښیم‪ ،‬دا سمسور ښاپیرک نه دی؛ غلې شوه‪ .‬سدرا په لیواله نظر ورکتل‪،‬‬
‫چې هغې بیا وویل‪:‬دا ستا او زما د ښوونکې فاطمه خاله خوریي دی‪ ،‬هغې له ما پرون وپوښتل‪ ،‬چې‪ :‬چیرته ښوونځی وایاست؟ ما د خپل‬
‫ښوونځي نوم واخیسته‪ ،‬هغې وویل‪ :‬هلته زما یو خوریي هم درس وایي‪ ،‬په لسم صنف کې دی‪ ،‬نوم یې سمسور دی! ما هلته څه ونه ویل؛ خو‬
‫دلته مې له میس شمایله پوښتنه وکړه‪ ،‬هغې هم وویل‪ ،‬چې‪ :‬فاطمه د سمسور خالهده‪ ،‬زه یې له نږدې پېژنم!‬

‫سدرا حیرانه والړه وه‪ ،‬خوله یې ماللې ته وازه پاتې وه‪ ،‬چې څه عجایب وایي؛ بیا یې زما په لور را وکتل‪ ،‬ویې ویل‪ :‬سمسوره دا رښتیا‬
‫دي‪،‬چې‪ :‬ته زمونږ د ښوونکې (فاطمه خاله) خوریي یې؟‬

‫ما وویل پر ځای خبره ده‪.‬‬

‫د سدرا په څیره کې مېیوه پټه خوښي حس کړه‪ ،‬چې مانه یې څنګه مخ واړاوه‪ ،‬وموسېده او ځان سره یېیو څه وویل؛ خو زه پرې پوه نشوم‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ماللې سدرا ته مخ کړ‪ :‬ناوخته شو؛ پنځلس دقیقې مو دلته واوښتې‪ ،‬ورور جان دې نن په مونږ پسې نه راځي‪ ،‬هغه موټر جوړېدو ته بیولی‪،‬‬
‫ویل یې خپله راشئ!‬

‫سدرا وویل‪ :‬زما له میس حمیده سره کار دی‪ ،‬تاسې لږ څه ودریږئ! زه بیرته راځم‪ ،‬زهله ماللې سره روان شو‪ ،‬ماللې وویل‪ :‬سمسوره الره‬
‫دې غلطه کړې نه ده‪ ،‬چیرته ځې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬زه د خاله کره ځم‪.‬‬

‫دوه قدمه وړاندې نه و تللي‪ ،‬چې په عادل مې نظر ولګېده؛ خپله بکسه مې هغه ته ورکړه‪ .‬هغه هم د تلو ویل؛ خو ما وویل‪ ،‬چې‪ :‬سبا به له‬
‫ښوونځي یوځای راسره الړ شې‪ .‬هغه ومنله‪ ،‬کور ته مې ولېږه‪ .‬زه بیرته د ماللې خوا ته ورروان شوم‪ .‬څو قدمه وړاندې په نیمه الره کې د‬
‫سړک په غاړه نصیر راته ټینګ شو‪ ،‬ویل یې راځه میرات مړیه (د میراث مړی) له ما سره الړ شه‪ ،‬ګپ شپ به ولګوو‪.‬‬

‫ما معذرت وغوښته‪ :‬اوس درسره نشم تللی؛ خو ستاسې د کور خوا ته درځم‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬یعنې د خاله کره دې راځې؟‬

‫د هو په اشارې سره مې سر وخوراوه‪ ،‬هغه چې زما تر څنګ د خپلې مینې ښکار (مالله) ولیدله په معنا خیزه او حیرانونکې څیره یې را‬
‫وکتل‪ ،‬ما چندانې پامورته ونه کړ او لهنورو ټولګیوالو جدا د سرک په غاړې روان شوم‪ ،‬له شا مې د سدرا غږ واورېده‪ :‬سمسوره! چیرته ځې؟‬
‫ما وویل‪ :‬ستاسې د ګاونډیانو په لوري‪.‬‬

‫ویې ویل‪ :‬لږ څه ودریږه‪ ،‬چې مونږ هم ځو! زهورته په زړه کې یو څه ټکنیغوندې شوم؛ خو هغې له دماغي کشمکش څخه را ووېستم او تر‬
‫څنګ مې ودرېده‪ ،‬ویل یې‪ :‬راځه چې موټر ته وخېژو! په موټر کې سپاره شو‪ .‬راسا ً سمیع ټاون ته الړو‪ ،‬د همایون سکول (ښوونځي) تر‬
‫څنګ له موټر ښکته شو‪ .‬مالله د کوڅې لومړۍ‪ ،‬سدرا دوهمې او زه دریمې دروازې ته ودرېدو‪ ،‬دروازه مې ټک ټک کړه‪ .‬سدرا په تلو کې‬
‫یو ځل را وکتل‪ ،‬ویې خندل او خپل کور ته ننوتله‪ ،‬ما بیا دروازه ټک تک کړه‪ .‬دا ځل دروازه خالصه شوه‪ ،‬د خاله زوی مې دروازه خالصه‬
‫کړه‪ ،‬وار له واره یې غېږهراکړه‪ ،‬له خندا شین شو‪ ،‬او کور ته یې د ننوتلو وویل‪ .‬ما هغه مخکې کاوه؛ چې ویې ویل‪ :‬کورکې څوک هم نشته‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬خالهجانه مې چیرې؟‬

‫ــ هغه له ښوونځي نه ده راغلې؟‬

‫ــ ښه صحیح ده‪ ،‬ته مخکې شه! درځه!‬

‫ــ زه ولې مخکې شم‪ ،‬ته باید مخکې شې دا خو ستا د خاله کور دی‪ ،‬خاله مور وي او په دې رشتې سره ته زما د مور زوی او زما ورور‬
‫شوې؛ نو باید له کوم ځنډ پرته کور ته ننوځې؟‬

‫ما سر وښوراوه‪ :‬اوهو ستا راډیویي بیان بیا شروع شو‪.‬‬

‫هغه وخندل‪ :‬زما ملګری عادل چیرې‪ ،‬هغه نه ښکاري؟‬

‫عادل (د خالهد زوی) پردېس همزولی و‪ ،‬پردېس ته مې وویل‪ :‬هغه به سبا راشي! کور ته ننوتلو‪ ،‬د خاله مشره لور چې ‪ ۱۰‬کلنه او له پردېس‬
‫یو نیم کال کم عمره وه ‪ ،‬راغله‪ ،‬ویې ویل‪ :‬سمسور ماما! ستړی مه شې‪ ،‬د خیر دې نصیب شه په ځواب سره مې د اوبو غوښتنه ترې وکړه‪ ،‬له‬
‫دې سره سم د دروازې د خالصېدو اوازراغی‪ ،‬ما ویل‪ ،‬چې خالهبه مې وي؛ خو هغه نه وه‪،‬د خاله کشر زوی هم راغی‪ ،‬کلکه غیږ یې را نه‬
‫تاوهکړه او جوړ پخیر یې راسره وکړل‪،‬ورپسې سم خاله کوټې (خونې) ته را ننوته‪ ،‬خو لږ څه ودرېده‪ ،‬پردېس ور غږ کړل‪ :‬مور جانې مه‬
‫ودریږه بل هیڅوک هم نه دی؛ خوریي دې دی‪ ،‬خالهمې په خوښۍ سره وړاندې راغله او په تندي یې ښکل کړم‪ ،‬بیا یې وویل‪ :‬دا څنګه دې په‬
‫مونږ پېښه را وکړه اورښتیا عادل څنګه و‪ ،‬په کورکې مو خیریت و؟‬

‫ځواب مې ورکړ‪ :‬ایله چې له ښوونځي را خالص شو‪ ،‬دا دی درته راغلم‪ ،‬عادل ښه و‪ ،‬په کورکې هم قراري وه؛ خو په خپله تاسې څنګه‬
‫یاست؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫هغې وویل‪ :‬شکر دی‪ ،‬ټول ښه یو‪.‬بحث مو ډیر اوږد نه کړ؛ ځکه چې خالهمې په ډوډۍ پسې اوچته شوه‪ ،‬ډوډۍ یې راوړه او و مو خوړله‪ ،‬په‬
‫منځ منځ کې مو خبرې هم کولې؛ چې تر ډیره یې د ښوونځي په اړه وې‪.‬‬

‫فاطمه خاله زما یوازینۍ خاله وه‪ .‬مور مې همدا یوه خور او ‪ ۳‬وروڼه درلودل‪ .‬پالر مې هم له موره یو و‪ ،‬نیکه مې زما په دوه کلنۍ کې‬
‫وفات شوی و‪ .‬ترونه مې نه درلودل او ‪ ۳‬ترورانې (د پالر خویندې) مې درلودلې؛ خو د عامو پښتنو په اصطالح ارواوې مو نه سره‬
‫جوړېدې‪ ،‬لکه هندوان داسې و‪ .‬کله مې هم د ترورانو په لوري نه دي ورکتلي؛ ځکه هغوی مالداره خلک و او مونږ سره یې چندانې نه لګېده؛‬
‫خو یوه بله ترور چې په لوګر کې مو پلرنۍ سیمه کې واده وه؛ ډیره خوش اخالقه او نرمه ښځه وه‪ ۴،۵ .‬ځله زمونږ کره راغلې وه‪ ،‬زما له‬
‫مور سره یې جوړه وه او ما ته به یې هم د لوبو هر ډول سامان او د خوراک توکي راوړل‪.‬‬

‫نېت مې و‪ ،‬چې نن شپه د خاله کره وکړم‪ .‬ساعت وروسته د ماسپښین لمانځه له پاره ووتلم‪ ،‬لمونځ مې وکړ‪ ،‬چې‪ :‬څنګ ته مې نصیر راغی‬
‫او ویې ویل‪ :‬ما سره به ځې‪ .‬د خالهزوی مې رخصت کړ‪،‬ورته ومې ویل‪ :‬بیرته درځم‪ .‬له نصیر سره روان شوم‪ ،‬تر دې وړاندې هم څو ځله‬
‫د هغوی کور ته ورغلی وم ا و ګپ شپ مو لګولی وو‪ .‬کله یې چې کور ته ورسیدو‪ ،‬هغه مخکې شو‪ ،‬کور ته ننوت‪ ،‬د حجرې دروزاه یې‬
‫پرانیسته او د ننوتلو یې وویل‪ ،‬زه هم ورغلم او په حجره کې کیناستم‪ ،‬هغه بیا له حجرې څخه ووت او چې راغی؛ نو په السونو کې یې د‬
‫چایو پتنوس وو‪ .‬کیناست او زما خوا ته یې د چایو یوه ډکه پیالۍ کېښوده‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬د دې څه حاجت‪ ،‬لږ وړاندې مې ډوډۍ وخوړه‪ .‬له خوږو څخه ډک غاب (قاب) یې را دیکه کړ‪ ،‬د چایو څښل مو پیل کړل‪ ،‬په منځ‬
‫منځ کې مو خبرې هم کولې‪ ،‬چې د چایو خوند یې زیاتوه‪ ،‬هغه د خبرو لوري یو دم بدل کړ او د ماللې دوی قیصه یې را واخیسته‪ ،‬په زړه کې‬
‫مې د سدرا خبره په یقین بدله شوه‪ ،‬چې‪ :‬نصیر په ماللې مین شوی دی‪ .‬نصیر ډیر ټینګار کاوه‪ ،‬چې‪ :‬ولې له ماللې دوی سره راغلې؟‬

‫ما ډیر وویل‪ ،‬چې‪ :‬د خاله کره مې راتلم؛ خو ده نه منله‪ ،‬بیا یې په یوه ساه؛ خو په خندا داسې چې سترګې یې پورته پورته غورځولې‪،‬‬
‫وپوښتل‪ :‬له هغوی سره دې څه خبرې وکړې‪ ،‬څه دې ویل‪ ،‬هغوی څه ویل‪ ،‬څه مو کول او ولې ورسرهراغلې؟ تا خو به له انجونو ځان ساته‪،‬‬
‫(چې ځې ځې ابازو له به راځې) یو کلیوالي متل یې هم ور زیات کړ‪ ،‬بیا یې کړه‪ :‬سمسورکه د انجونو او ښځینه و په وړاندې مبارزه ډیره‬
‫سخته وي‪ ،‬ما ډیر ځله درته ویلي و‪ ،‬چې ناکام یې! خو تا کله منله‪.‬‬

‫ور ته کړه مې‪ :‬نه‪ ،‬نه پیره بېغمه اوسه‪ ،‬زه کله هم ناکام شوی نه یم‪ ،‬بلکې تا ماتې خوړلې‪ ،‬هغه اندېښمن ښکاره شو‪.‬‬

‫په وارخطایي یې وویل‪ :‬هغه څنګه؟‬

‫ژر مې ځواب ورکړ‪ :‬ګوره د کال له اولې ورځې په ماللې پسې شوی یې‪ ،‬سم مړ یې؛ خو هغه درته قدري نظر هم نه کوي؛ خو برعکسزه له‬
‫انجونو زیات ځان ساتم‪ ،‬مګر ما نه پریږدي‪ .‬انجونېرا پسې مړې دي‪ ،‬هغه لومړی وخندل (ههههههاه) ځان ته دې ښه الره ولټوله او بیا یې په‬
‫پسخند او مصنوعي غوسې وویل‪( :‬انجونېرا پسېمړېدي)‪ ،‬ولې ګپ دی څه؟‬

‫ومې ویل‪ :‬که داسې نه وي ؛ نو ته وایه څنګه کیسه ده؟ هغه په ځواب کې یوازې خندا راته پیش کړه او خاموشي یې غوره کړه‪ ،‬له لنډې دمې‬
‫وروسته یې وویل‪ :‬سمسوره چای دې سړې شوې‪.‬‬

‫ما ویل‪ :‬څښم یې بېغمه اوسه‪ ،‬ډکه چاینکه به دې راڅخه نه وي وړې‪ .‬په دې خبره مو ښه سره وخندل‪.‬‬

‫لږ وروسته مو د مکتب د سبا ورځې د پروګرام بحث پیل کړ‪ ،‬د نصیر د ځورولو ښه موقع په الس راغله‪ ،‬ویل مې‪ :‬نصیره سبا خو به بیا له‬
‫ماللې سره ووینې‪.‬‬

‫هغه وخندل‪ ،‬وار یې ترالسه کړ‪ ،‬ویل یې‪ :‬زه به یې ووینم؛ خو ته؛‪ ...‬ته خو به د پرون په څیر دری ساعته خبرې ورسره وکړې‪ ،‬وبه‬
‫خاندې‪ ،‬ساعت به دې تیر شي او دیدن به هم وکړې‪( .‬ثواب او خرما) دواړه دې په الس کې دي‪.‬‬

‫ما وویل‪:‬‬

‫زه خو شرابي یم شېخه څه راسره جنګ کړې‬


‫برخې ازلي دي کاشکې ما د ځان په رنګ کړې‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫هغه وویل‪ :‬بس کړه خوشحال بابا بیا دې شاعري ته مخه کړه‪ ،‬تا هر چیرته ګټلې وي‪ ،‬دې کې خو شک نشته!؟‬

‫په ټیټ غږ مې وویل‪ :‬د نظره شوم؛ بیا د سپیلنو ضرورت شو‪.‬‬

‫هغه ژر خپل کشریورور (شبیر) ته غږ کړ؛ خو ما یې په خوله السورکېښود او چوپ مې کړ‪ ،‬ما ویل هسې نه چې له ټوکې اوس ډرامه جوړه‬
‫کړي‪.‬‬

‫له نصیر سره مې ډیره د زړه خواله و شوه‪ ،‬د سبا ورځې تر پروګرامپورې مې اجازه ترې واخیسته او د خاله کور ته روان شوم‪.‬‬

‫په الره له عادت سره سم ډیر چټک چټک روان وم‪ ،‬ال د خالهکور ته نه وم رسیدلی‪ ،‬چې سدرا مې ولیده‪ ،‬هغه زما د خاله کور ته ور ننوتله‪.‬‬
‫زه همپسې ورګړندی شوم‪ .‬د کور دروازه مې ټک ټک کړه‪ ،‬پردېسراغی‪ ،‬دروازه یې پرانیسته او ننوتلو‪ .‬په خالهمې سیده ور روان شوم‪ ،‬هغه‬
‫له ماللې اوسدرا سره ناسته وه‪ ،‬مخې ته یې کتابونه او کتابچې پرتې وې‪ ،‬ماللې خندل او خالهمې حیرانحیرانراته کتل‪ ،‬هغې په زړه کې ویل‬
‫چې سمسور څنګه زمونږ په لوري راغی او له برنډې ولې نیغ کوټې ته نه ځي؟ د خالهمخ مې سور شو‪ ،‬ښایي په هغه ځای کې به یې زما‬
‫درېدل ښه نه ګڼل؛ خو ما یې ژر د حیریت لمحې ور ختمې کړې‪ ،‬د سدرا دوی خوا ته ور نژدې شوم او ومې ویل‪ :‬خاله! سدرا او مالله له تیر‬
‫یو کال راهیسې زما ټولګیوالې او د خالهمې زده کوونکې دي‪ .‬د هغې څیره وغوړېده‪ ،‬ویې خندل او بیا یې وویل‪ :‬زه دې حیرانه کړم‪ ،‬چې زما‬
‫خوریي خو دومره بې پښتو کار نه کاوه‪ ،‬له انجونو به نېغ تېرېده؛ نن څنګه داسې را روان دی‪.‬‬

‫ما له خاله د درس پوښتنه وکړه‪ ،‬چې‪ :‬دوی ته څه ور زده کوې؟د هغې په ځای سدرا وویل‪ :‬خپله مورنۍ ژبه! پښتو زده کوو‪.‬‬

‫په دې خبرې سره ډیر خوشحاله شوم او په زړه کې مې سدرا دوی ته شته عزت نور هم زیات شو‪ ،‬که څه هم د دوی تعلیم په اردو و؛ خو دا‬
‫چې پښتو یې زده کوله‪ ،‬زما له پاره ډیر غورههڅه ښکاره شوه‪.‬‬

‫له سدرا مې کتاب واخیسته‪ .‬پرې لیکل شوي و‪ :‬پښتو د اووم ټولګي له پاره‪ ،‬الندې ترې د «سدرا» نوم هم په شوتلي رنګ لیکل شوی و‪ .‬څو‬
‫نور مخونه مې چې واړول‪ ،‬په یوه پاڼه کې مې ولیدل‪( ،‬س‪ .‬سمسور)حیران شوم‪ ،‬چې دا ال څه قیصه شوه‪ ،‬پاڼه مې ژر بدله کړه‪ ،‬ځکه ماللې‬
‫را کتل‪ ،‬ما ویل راباندې پوه نشي چې دا ولې دومره پکې خښ دی‪.‬‬

‫خالهته مې مخ واړاوه او په خندني غږ سره مې زیاته کړه‪ :‬خاله ! دې ناالیقو زده کوونکو ته دې نن زه درس وایم‪ ،‬سرمعلمه (زما خاله) دې‬
‫نورکارونه وکړي‪ ،‬هغې په تندي ښکل کړم او ویې ویل‪ :‬ښه ده‪ ،‬هسې نه هم د کور ډیر نورکارونه را له غاړي دي‪ .‬کولی شې درس ورته‬
‫ووایې!‬

‫خالهالړه! زه د سدرا په مخ کې د ماللې څنګ ت ه کښیناستم‪ ،‬ماللې ته مې مخ کړ‪ :‬ښه نو تاسې دومره کلک پښتانه یئ‪ ،‬چې یوه ژبه هم نه‬
‫پرېږدئ او دا دی پښتو پسې مو هم را اخیستې ده‪.‬‬

‫ماللې ژر د غچ اخیستلو په نیت وویل‪ :‬ولې څه ګناه شته پکې؟ او بله دا چې ټول خو ستا په شان نه دي‪ ،‬چې (‪ )English‬به یې له اردو زیات‬
‫بد راځي او اردو به یې له انګلشه‪...‬‬

‫ما به ال ځواب ته خوله نه وه جوړه کړې‪ ،‬چې سدرا په کمې غوسې؛ خو په لوړ اواز سره وویل‪ :‬وه زمونږ لیونۍ ماللې! ته اول خوله په‬
‫واک کې کړه‪ ،‬ځکه له خپل ښوونکي او میلمه سره غږېږې‪.‬‬

‫مګر هغې وویل‪ :‬ښا! هغه هره ورځ به چې مونږ په ښوونځي کې د سمسور دوی میلمنې وو‪ ،‬د دوی کور مکتب ته څومره لنډ و‪ ،‬کله یې له‬
‫مونږ سره خبرې کړې دي او هلته مونږ میلمانه نه وو‪ ،‬چې دومره به یې ځورولو اوس یې نو زه کله پرېږدم‪.‬‬

‫ما یوازې وخندل او کړه مې‪ :‬ما کله ځورولي یئ؛ ټول کال کې مې دوه ځله درسره خبرې کړې‪ ،‬هغې وویل‪ :‬دا خبرې نه کول او د بت په‬
‫شان کېناستللکه چې ځورولو کې نه شمارل کیږي‪.‬‬

‫زه ترې چوپ شوم؛ خو سدرا سر وښورولو او مخ یې را واړاوه‪:‬سمسوره! د ماللې خبرې په زړه مه اخله‪ ،‬هغه سمه دمه لیونۍ ده!‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دوی مې ډیرې بحث ته پرېنښودې اوورته ومې ویل‪ :‬سمه ده! زه ستاسې میلمه نه یمه‪ ،‬نوی ښوونکی مو یم‪ ،‬ژر تر ژره کتابونه راوباسئ! د‬
‫دې خبرې په اورېدو سدرا خپلې سترګې ښکته واچولې او له ځان سره یې ورو وخندل‪ ،‬ماللې خو ښه شیبه وخندل او بیا راته کړه‪ :‬ښه استاذ‬
‫سمسور! درس پیل کړئ‪.‬‬

‫هغوی ته مې د پښتو درسورکړ‪ ،‬د پښتو د نوم له تعریفه تر تاریخه ټول اړونده موضوعات مېورته تشریح کړل‪ ،‬دوی سختې حیرانې شوې‬
‫وې‪ ،‬په ځیر‪ ،‬ځیر به یې راته کتل‪ .‬ماللې وویل‪ :‬سمسوره! سم د معلوماتو ذخیره یې‪ ،‬هسې دې ځان راڅخه ورک کړی و؛ خو چې کله مې د‬
‫سترګو غال شروع کړه اوسدرا ته مې ور وکتل؛ نو هغې په خپلې کتابچې زما نوم‪ ،‬یوه جمله او د نن ورځې تاریخ ولیکه‪ ،‬ما ژر مخ ترې‬
‫واړوه‪ ،‬هغې سر راپورته کړ او ما ته یې وویل‪ :‬غوره معلومات و؛ خو دا یو کال دې له مونږ څخه ولې پټ کړي و‪ ،‬ما وویل‪ :‬تاسې یې نو‬
‫کله پوښتنه کړې سد‪...‬؟ ماللې سدرا ته په برګ کتلو سره د خبرو وار راڅخه واخیست؛ ښه نو د لیوني په شان به درته ګډ شوی وای او نارې‬
‫به یې وهلې‪ ،‬چې پښتو داسې ژبه ده‪ ،‬داسې یې رنګ او داسې یې ویونکي دي؛ سدراغلې شوه‪ ،‬خو ما یې سقوطور مات کړ؛ ومې ویل‪ :‬بل‬
‫کوم کتاب خو به نه وایئ؟ سدرا لکه له خوبه چې را ویښه شوې وي‪ ،‬بې واره یې په کمزوري غږ سره وویل‪ :‬ستا خوښه! ما سره خو بل‬
‫کتاب نشته‪...‬‬

‫له ځانه سره مې مرموزهمسکا وکړه‪ ،‬چې د خندا رنګ پکې له ورایه څرګندېده‪ ،‬فکر مې وکړ‪ ،‬چې سدرا وایي‪ :‬سمسوره؛ بلکې زما‬
‫سمسوره! زه دې ل ه خبرو خوند اخلم‪ ،‬ژر مې کور ته مه رخصتوه‪ ،‬چې بیا مې تر ډیره ستا د خبرو له امله خواره ماغزه اوناقراره زړه‬
‫سکون نهلري‪ ،‬هله ژر شه سمسوره! ژر شه‪ ،‬ښې ډیرې خبرې وکړه‪.‬‬

‫ماللې مې د فکر سلسله دړې وړې کړه او ویې ویل‪ :‬استاذان دومره ډیر سوچ نه کوي؟ دا ځل زما حالت د سدرا په څیر وو‪ ،‬په ناڅاپي ډول‬
‫مې وویل‪ :‬ولې سوچ نه کوي! ان تر دې چې ښوونکي بې سوچه کار او خبره ال نه کوي‪ ،‬سدرا ته مې وکتل‪ ،‬ما ویل اوس به هغه هم په دې‬
‫اړه څه ووای ي؛ خو د تل په څېر خاموشه پاتې شوه‪ .‬شیبه وروسته یې وویل‪ :‬سمسوره! د ماللې په خبرو به سر نه خوږوې‪ .‬ډره تیزه ده‪.‬بې‬
‫ځایه خبرې یې عادت او د خلکو ځورول یې وظیفه ده‪.‬‬

‫ماللې ته په کتلو سره مې وویل‪ :‬خیر د دې نخرې او ځورونه ما ته کومه لویه خبره نه ده‪ ،‬زه کومه مشره خور نلرم؛مالله مې د مشرېخور په‬
‫څیر ده؛ ځورونه یې راباندې بده نه لګیږي!‬

‫ماللې وخندل او ویې ویل‪ :‬زما سیلۍ ته خو دې پام دی‪ ،‬له ځان یې سپینه کوتره جوړه کړه‪ ،‬په خپله خو خبره نشي کولی ما هم نهورته‬
‫پریږدي‪ .‬او څه‪ ،‬څه زه له تا مشره یم‪.‬‬

‫ژر مېورته وویل‪ :‬وه ماللې! تا نو کله د خبرو وخت او اجازه ورکړې ده‪.‬‬

‫هغه جدي شوه‪ :‬ښه نو زه اوس کومه پرنسپله (سرمعلمه) یم چې اجازه به ورکوم‪ ،‬و دې غږیږي‪ ،‬څومره چې غږېدی شي‪ ،‬دا خو مړه ده‪ ،‬یوه‬
‫خبره یې له خولې نه را وځي‪.‬‬

‫سدرا وخندل‪ :‬ښه ده چې د ښوونځي سرمعلمه نه یې‪ ،‬که نه تا سره به مو څه کول‪ ،‬په خبرو خبرو به دې ماغزه راخوړلي و‪.‬‬

‫ماللې وویل‪ :‬کاش! چې زه خو دې سرمعلمه وای؛ ستا په شان زده کوونکي به مې سم ډبول‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬اوس پکار ده‪ ،‬چې په دې سره هم د شکرانې دوه رکعته لمونځ وکړو؛ ښه ده چې سرمعلمه نه یې‪.‬‬

‫خبرې ډیرې او جدي شوې؛ خو ما ته یې بیل خوند را کاوه؛ ځکه زمونږ د انګلش مضمون ښوونکي به مونږ ته هر وخت ویل‪A person :‬‬
‫‪ (who always disturb you is the person who always love you‬هغه کس چې تا هر وخت تنبیه کوي (ځوروي)؛هغه کس دی‪:‬کوم‬
‫چې هر وخت له تا سره مینه کوي)!‬

‫د سدرا او ماللې د قرارولو په نېت مې وویل‪ :‬کهد خاله ناقراره زده کوونکو درس زده کړی وي‪ ،‬زه به ترې څو پوښتنې‪ ...‬خبره مې ال نه وه‬
‫بشپړه کړې‪ ،‬چې دروازه ټک ټک شوه‪ ،‬مالله ور پورته شوه او د دروازې خالصولو ته ورغله‪ ،‬یوه دقیقه بهر له یوې ماشومې سره وغږېده‬
‫اوسدرا ته یې را غږ کړل‪ :‬اې سیلۍ زه بیرته راځم ته له خپل ځایه مه پورته کېږه؛ مالله الړه‪ ،‬زه اوسدرا یوځای پاتې شو‪ .‬هغې ډیر ټیټ‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫کتل‪ ،‬د مخ رنګ یې سور اوښتی و‪ ،‬هیڅ یې نه ویل او ډیره خاموشه وه؛ دا ځل نو ما زړه وکړ او ومې ویل‪ :‬سدرا ولې داسې خاموشه ناسته‬
‫یې؟ ناروغه خو به نه یې ر نګ دې هم له عادي حالته بدل ښکاري؛ له عادت زیاته خاموشي دې خپله کړې او هیڅخبرې نه کوې؟‬

‫اوږې یې پورته واچولې‪ ،‬خپل قلم یې په ګوتو کې تاورا تاو کړ؛ په ماته ماته ژبه یې وویل‪ :‬هاه زه؛ نه؛ زه خو رکه روغه یم؛ کومه ناروغي‬
‫نه لرم؛ خو چې ته وایې رنګ دې ژیړ شوی؛ څه به ووایم؟‬

‫ومې ویل‪ :‬سدرا! ته له ما نه د څه پټولو هڅه کوې؛ خیر څه چې وي په خالص زړه یې ووایه‪ ،‬شاید زه دې مرسته وکړای شم‪.‬‬

‫هغې لږ څه سترګې راپورته کړې ؛ زما ټول جسم یې له نظره تیر کړ‪ ،‬بیا یې وویل‪ :‬سمسوره! له ما سره دې د مرستې د ډاډ دا یوه جمله هم‬
‫ټوله دنیا حساب ده؛ خو اوس درته څه نشم ویلی‪ ،‬کله چې وخت راغی هر څه به درته خپله روښانه شي‪.‬‬

‫د ځورونې او له هغې د راز اخیستنې په نېت مې په غمجنې لهجې وویل‪:‬سمه ده؛ ته چې پرې خوشحاله یې نو کومه خبره نه ده؛ دا یوه خبره‬
‫دې تا سره په زړه کې پټه وي؛ ښایي ستا به پکې ګټه وی‪.‬‬

‫کله م ې چې سترګې راپورته کړې‪ ،‬نو وار له واره مې په بدن جټکه محسوسه کړه؛ دا لړزه او جټکه د سدرا د سترګو بریښنا راکړه او تر‬
‫ډیره یې د یو ځانګړي لذت څخه برخمن کړی وم‪ .‬هغې تر ډیره زما کړه وړه څارل او اوس یې هم زما هرې خبرې او کړنې ته ښه پام کاوه‪.‬‬
‫سدرا مې تر ډیره نند اره کړې وه؛ خو کوم غږ یې نه کاوه‪ .‬ناڅاپه د دروازې ګړب شو؛ چې و مو کتل‪ ،‬مالله زمونږ تر خوا راغله‪ ،‬ویې ویل‪:‬‬
‫سیلۍ‪ ،‬اې سیلۍ په کورکې دې غواړي! هغې ښه وکړل او په نه زړه یې له ماللې سره د تګ په پار قدمونه واخیستل‪ ،‬په شا‪ ،‬شا یې دوه‪ ،‬دری‬
‫ځله را وکتل؛ خو ژر به یې مخ واړاوه ‪ ،‬چې زه یې هم تر ډیره د غمجنې خاموشۍ په دریاب کې الهو کړم او داسې مې حس کړه‪ ،‬چې له کوم‬
‫نااشنا درد او څړیکې سره مخ شوی یم‪.‬‬

‫سدرا له ماللې سره یوځای روانه شوه؛ خو کتابونه یې پر ځای پاتې شول؛ ما وویل‪ :‬کتابونه نه وړئ؟‬

‫هغوی وویل‪ :‬نه؛ وروسته به یې کوم ماشوم راوړي‪.‬‬

‫ما سر وخوځاوه او کله چې دوی پناه شوې؛ نو کتابونه او کتابچې مې را وخیستل‪ ،‬که څه هم هغوی زما له یوه کاله راهیسې ټولګیوالې وې؛‬
‫خو ما ورسره ډیرې اړیکې نه لرلې او تر ډیره مې د هغوی کتابونه‪ ،‬کتابچې او خطونه کتلي نه و‪ .‬لومړی مې د ماللې کتابچه خالصه کړه او‬
‫په منځنۍ برخه مې په هغه رنګ یو بیتور ته ولیکه‪ ،‬چې د سدرا او ماللې دواړو ډیر خوښېده‪ ،‬هغه رنګ شوتلي رنګ او بیت داسې و‪:‬‬

‫زړونه مه ماتوه لعل د بدخشان دي‬

‫مشکل هنر دی رغول د شکسته و‬

‫نوره مې کتابچه بنده کړه او د سدرا کتابچې ته مې الس کړ‪ ،‬د منځ دوه ورقېرا وښکل شوې او بې اختیاره مې ولیکل‪:‬‬

‫سدرو ووایم که سیلۍ؛ خو بښنه باید وغواړم‪ ،‬چې ستا له اجازې پرته مې په کتابچه کې لیکل وکړل؛ مګر پوهېږې زړه مې هر وخت ستا په‬
‫اړه د ښو هرګواهي ورکوي او ډاډه دی چې له دې ګستاخۍ وروسته به هم زما د لړزانده ګوتو لیک تهیوه دقیقهورکړې‪ ،‬چې دا به دې پر ما د‬
‫عمرونو احسان وي‪.‬‬

‫پوهیږې سدرا! ستا رنګ داسې ژیړ او ویرونکی دی‪ ،‬څنګه چې زما د مور رنګ ژیړ شوی و‪ ،‬له امتحانونو دوه اونۍ وړاندې چې کله‬
‫مسلسل اووه ورځېښ وونځي ته رانغلم مور مې وفات شوې وه او زه یې د جنازې اداء کولو‪،‬تدفین او فاتحېمراسمو کې مصروف وم؛ هو ستا‬
‫رنګ ژیړ شوی؛ خو هیله ده‪ ،‬چې ځان په خپله و نه ځوروې؛ کله چې زما د مور رنګ په ژېړېدو شو‪ ،‬المل یې زما د خپل پالر بده رویه‬
‫وه‪ ،‬چې هېرول به یې راته ډیر سخت وي‪.‬‬

‫زما د پالر او مور د تریخ ژوند المل د ماشومتوب کوژدنوه؛ نو ځکه مې پالر دوهمه ښځه وکړه‪ ،‬زما میرنۍ مور یادوم چې کبرجنه ښځه وه؛‬
‫خو زما پالرورسره خوشحال و‪ ،‬مور مې هم د هغوی خوښي پایمال نه کړه او ډیر ژر یې خپل روح د ابد په لور له مونږ ټولو جدا شو‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫سدرا ته خو پوهېږې چې د کال له پیله او تر دې دمه مې ډیر بدلون کړی؛ زه نه غواړم ستا غم هم د خپل ژوند په کږلیچ کې را پېښ شي‪ .‬زه‬
‫ستا د ښه ژوند له پاره الس په دعا لپه کوم‪.‬‬

‫ما ویل چې نن به سره ډیرې خبرې وکړو‪ ،‬د زړه غوټې به درته وسپړم؛ خو ښایي د فلک دغه خوښي پر مونږ نه وه پیرزو اوراز به یې تر‬
‫زړونو محدودولو‪ ،‬چې له امله یې ما د زړه خبره بل زړه ته و نه رسوله؛ خو اوس مې دغه د زړه خبره د قلم او کاغذ د مینې لوبې ته‬
‫پرېښوده‪.‬‬

‫پوهېږې سدرا؟ زړه مې هر وخت په خپله درزا کې راته وایي‪ ،‬چې د سدرا خوښېږې‪ ،‬خو زما هم د دې سپین کاغذ پر مخ له تا سره وعده‬
‫ده‪ ،‬چې که داسې وي او زړه مې په حقه وي؛ نو د ژوند تروروستۍ شیبې پورې به دې هیره نه کړم؛ خو بې قراره زړه مې بیا کله عذر او‬
‫زارۍ پیل کړي‪ ،‬چې ته مې هم باید له خپل ذهنه و نه باسې؛ ځکه د دوو زړونو تړون په یاد ساتلو سره کیږي! هغه بیت خو به دې اوریدلی‬
‫وي چې‪:‬‬

‫پر یو بل مو خبر کړي له شپې نه تر سهاره‬

‫سپوږمۍ په مونږ خبره سپوږمۍ زمونږ ریباره‬

‫سدرا که زما په اړه دې څه پوښتنه وه؛ له نصیر‪ ،‬عادالو زما له خاله څخه یې پوښتی شې؛ هغوی زما په اړه کره معلومات لري‪.‬‬

‫دا لیک چې تا ته رسیږي؛ زه به ستا او زما وطن (افغانستان) ته رسیدلی یم؛ ته په خپلو درسونو کې کوښښ کوه؛ د نصیر به مددګار شې‪ ،‬له‬
‫عادل سره مرسته کوه؛ ما هغه ته په یو وخت کې د مشر ورور‪ ،‬پالر او مور مینه ورکړې؛ ته یې مه پرېږده‪ ،‬چې د خپل مشر ورور او‬
‫مورکمی محسوس کړي او بله دا چې زما د اول نمرګۍ مقام به په بل چا نه پیرزو کوې‪.‬‬

‫د میرې په کورکې مې ژوند سخت شوی و؛ نو ځکه مې د وروستۍ اونۍ په نېت ‪ ۶‬ورځې دلته تیرې کړې‪ ،‬ما ته د خاله کور تر خپل کور‬
‫ډیر ښه و‪ ،‬وروستۍ دوه شپې مې هم دلته دي او بیا به د سپین غره بزرګو‪ ،‬سپینو‪ ،‬واورینو‪ ،‬ښکلو او مینناکو لمنو ته د خپل جایداد د‬
‫خوندیتوب‪ ،‬روزګار پیدا کولو او زده کړو کولو له پاره ځم‪.‬‬

‫د لیک په پای کې مې ولیکل‪« :‬ستا په نوم پاییدونکی سمسور »په یوې کاغذي کڅوړه کې مې بند کړ او هغه تصویر مې هم پرې سریښ کړ‪،‬‬
‫چې تیر کال د ژمي په لسو ورځو رخصتیو کېد سدرا دوی کور مخې ته کشر ورور راباندې اخیستی و‪ .‬د تصویر الندې مې ولیکل‪:‬‬

‫په دې ویړه دنیا کې یوازې ستا خندا او مسکا هغه څه دي‪ ،‬چې زه پرې د خپل زړه ارامتیا اوسوکالي احساسوم‪.‬‬

‫!!!‬

‫ساعت ته مې وکتل‪ ،‬د مازدیګر لمانځه ته ایله دولس دقیقې پاتې وې‪ ،‬اوچت شوم له خالهنه مې د اوداسه اوبه وغوښتې‪ ،‬له اوداسه وروسته‬
‫جومات ته روان شوم‪ ،‬ډیر نه وم تللی‪ ،‬چې مخې ته مې یوه زنا نه ودرېده اوراته ویې ویل‪ :‬ته په غلطه الره روان نه یې؟ غږ اشنا غوندې‬
‫راباندې ولګېده‪ ،‬چې اواز ته یې ښه ځیر شوم میس حمیده وه؛ هغې راسره له جوړ پخیر وروسته مختصرې خبرې وکړې اوویې ویل‪ :‬دلته څه‬
‫کوې‪ ،‬غلط شوی نه یې؟‬

‫ما وویل‪ :‬نه میس د خپلې خاله کره راغلی وم؛ هغې وویل‪ :‬ښه د فاطمې کره ! ما وخندل‪ :‬ښه نو زما خالههم پېژنې؟ ویې ویل‪ :‬هغه مې ډیره‬
‫کلکه ملګرې ده او که رښتیا ووایم‪ :‬سمسوره ته خو د هغې له سوبه هم راباندې ډیر ګران یې‪ .‬اوس نو راځه ما سره الړ شه‪.‬‬

‫مننه مې وکړه‪ :‬خیر دې نصیب شه میس‪ .‬که څه خدمت وي ما ته ویلی شې؛ سبا به نه یو‪ ،‬بیا به وایي‪ ،‬چې‪ :‬سمسور زمونږ له پاره هیڅ هم و‬
‫نه کړل‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬ښایي چیرته روان یې؟ کړه مې‪ :‬نه؛ کوم خاص ځای ته د تلو اراده نه لرم؛ خو څه معلومه ده‪ ،‬چې ژوند به تر کومه وفا وکړي؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫هغه لومړی لږ څه خاموشه شوه؛ خو بیا یې وویل‪ :‬نه سمسوره! داسېمه وایه‪ ،‬ته مې لکه زوی داسې یې‪ ،‬له مرګه دې خدای لرې ساته؛‬
‫مایوسه کېږه مه؛ ستا مور چې له ژوند مایوسه شوه؛ نو څه ګټه یې وکړه‪ ،‬دغه ده ته یې تنها پرېښودې او مونږ ته یې هم د جدایي غمونه را‬
‫پاتې شول‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬نه میس له ژوند خو کله هم نه شم مایوسه کېدلی؛ ځکه ما ته مې مور د صبر او ژوند کولو داسې درس نه دی را کړی‪ ،‬چې ما به‬
‫مایوسي یوسي‪.‬‬

‫هغې ومنله‪ :‬ښا؛ خو چیرته روان یې؟‬

‫ــ جومات ته ځم‪.‬‬

‫هغې خدای پاماني راسره وکړه او زه هم د جومات په لور ترې روان شوم‪ .‬تر ډیره حیران وم‪ ،‬چې میس حمیده زما مور او خالهله کومه‬
‫پېژني او له ما سره یې دومره خواخوږي ولې ده؟‬

‫کله مې چې لمونځ خالص کړ؛ بیرته کور ته الړم؛ همداسې ژر ژر پسې د ورځې لمن همور ټوله شوه او شپه راورسېده؛ له ځان سره مې‬
‫وویل‪ :‬راځه یوه نښه خو په مکتب کې پرېږده‪ ،‬په ژوند څه باور‪ ،‬چې بیا به یو او که نه‪.‬کاغذ او کتابچه مې را واخیستل‪ ،‬د مکتب په اړه مې‬
‫ی و شعر ولیکه‪ ،‬څو ځلې مېورته وکتل؛ زړه نا زړه وم‪ ،‬هیڅ مې زړه نه کېده‪ ،‬چې دا دې ښوونځي ته یوسم؛ مګر زړه مې بیا دا هم ویل‪ :‬شاید‬
‫بله داسې موقع ترالسه نه کړې‪ ،‬چې خپله د الس نښه په مکتب کې پرېږدې؛ د ورقې په پای کې مې ولیکل‪( :‬س‪ .‬سمسور) کاغذ مې کتابچه‬
‫کې کېښوده‪ .‬ورپسې مې یوه بله ډیزاین کړې پاڼه را واخیسته او په هغه کې مې د مینې او نفرت‪ ،‬امن او جنګ‪ ،‬سوکالي او مشکالتو په اړه‬
‫یوه لنډه خو هر اړخیزه مقاله ولیکله‪ ،‬د خپلې ټولې لیکنې په تورو کرښو کې مې یوازې دوه جملې ښې وایسېدې‪ « :‬مینه او امن زړه او بدن‬
‫دي‪ ،‬چې سوله نه وي مینې ته خطر دی او په دغه وخت کې سوله معنا نه لري؛ خو کله چې سوله وي او مینه نه وي؛ نو سولې ته خطر دی؛‬
‫ځکه چې مینه نه وي ځای یې نفرت ته پاتې کیږي‪ ،‬له نفرت څخه نور مشکالت او په پای کې جنګونه پیدا کیږي‪ ،‬چې له امله یې د مینې‪ ،‬امن‬
‫اوسوکالۍ شهزادګۍ زمونږ له خاورې کډه وکړي»‪.‬‬

‫د لیکنې ورقې مې هم کتابچه کې بندې کړې‪ ،‬تر ډیره مې پاکټ ته په بې فکرۍ سره کتل‪ ،‬چې د دروازې اواز شو‪ ،‬پردېسراغی‪ ،‬د ویده کېدو‬
‫یې وویل‪ :‬ما هم پرته له کوم نه او ‪ no‬ورسره ومنله او په خپل ځای کې وغځېدم؛ خو ښایي هغه شپه به هم زما په څیر وه‪ ،‬چې مینانو ته یې‬
‫د خوب کولو اجازه نه ورکوله او تر سهاره یې د شوګیر نشه ور بښله‪ .‬زړه مې ډیر تنګ شو؛ نو له خپل ځایه پورته شوم‪ ،‬برنډې ته را ووتلم‬
‫او د هغو شنو بوټو په ننداره شوم‪ ،‬چې اوس اوس نوي را ټوکیدلي وو‪ .‬د بوټو له لوري مې هم سترګې را جګې شوې؛ ځکه هغه پخوانۍ مزه‬
‫مې ترې نه شوه اخیستی‪ ،‬بلکې هغوی هم زما په څیر په یوې ورکې پسې پلټونکي او په اندېښنو کې ډوب ښکارېدل؛ نو کله کېدی شي‪ ،‬چې یو‬
‫پلټونکی او اندېښمن دې‪ ،‬بل پلټونکي او اندېښمن ته کومه سوکالیور وبښي‪ .‬بیرته خپل ځای ته را وګرځېدم؛ که سپینه یې ووایم؛ تر سهاره خو‬
‫فکرونو اوسوچونو ښه لیونی کړم‪ ،‬د کلیوالي مشرانو په اصطالح ی وه سترګه خوب مې هم و نه کړ‪ ،‬که له یو لوري افغانستان ته تګ اندېښمن‬
‫کړی وم؛ نو بل لور ته د کار پیدا کولو‪ ،‬د ځمکو ترالسه کولو‪ ،‬د سدرا جدایي اوله کوچني ورور عادل‪ ،‬ښوونکیو‪ ،‬دوستانو او ملګرو بیلتون‬
‫ته ځورېدم‪.‬‬

‫صبح کاذب ته په نژدې وخت کې را ویښ شوم‪ ،‬ساعت ته مې چې وکتل ‪ ۴‬نیمې بجې وې‪ ،‬د تل په څیر له اودس‪ ،‬لمونځ‪ ،‬تالوت‪ ،‬ورزش او‬
‫چایو څښلو دوه ساعته وروسته د ښوونځي په لوري روان شوم‪ ،‬ښوونځي ته له رسېدو سره سم خپل ټولګي ته ننوتم؛ خو ژر مې الره بدله‬
‫کړه او څلورم ټولګي ته ورغلم‪ ،‬ما وویل‪ :‬وروربه مې ووینم؛ مګر هغه نه و راغلی‪ ،‬بیرته د ښوونځي انګړ ته را ووتلم او د شنو بوټو په منځ‬
‫کې کیناستم‪ ،‬د ذهن او زړه د ارامولو په نېت مې سترګې پټې کړې؛ ال به دوه دقیقې نه وې تیرې شوې‪ ،‬چې په سترګو مې چا السونه‬
‫کېښودل‪ ،‬ویې ویل‪ :‬کیستم! او جان من؟ حیران وم‪ ،‬چې دا ال څوک دی‪ ،‬په خپل ورورمې ځکه شک نه راته چې اواز د نارینه نه و؛ ومې‬
‫ویل‪ :‬نه مې فهمیم کې تو کیستی؟ له سترګو مې الس اوچت شو؛ خو له حیرانتیا مې سترګې خالصې پاتې شوې‪ .‬ډیر حیریت وړی وم‪ .‬دا‬
‫څنګه کیدای شي؟ هو دبها مالله وه‪ ،‬چې څنګ ته یې سدرا هم والړه وه‪ ،‬هغې راته دری ژبه وویله؛ زه یې نو سم دم حیران دریان کړم‪ .‬د‬
‫کیناستو مېورته وویل‪ .‬خو یوازې سدرا کیناسته او واللې وویل‪ ،‬چې زه لږ کار لرم‪ ،‬وروسته راځم‪ .‬زه ال هماغسې غلی ناست وم‪ ،‬چې سدرا‬
‫وویل‪ :‬څهره دې ولې دومره خفګان نیولې او خاموشهده؟‬

‫ومې ویل‪ :‬هسې لږ فکر مې ګډوډ و؛ د ځان د ارامولو هڅه مې کوله‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫هغې وویل‪ :‬بیا خو بښنه غواړم؛ ته مې ارام ته نه یې پریښی‪.‬‬

‫په نیمه شیطاني خندا سره مې وویل‪ :‬ستاسو نو بل کار شته؛ خو خیر‪ ،‬ارواپوهان وایي‪ ،‬چې‪ :‬ښځینه مخلوق سره کښېناستل؛ خپله انسان ته یو‬
‫ډول ارامتیاوربښي‪.‬‬

‫څه شیبه یې وخندل؛ خو د شرم احساس یې کاوه‪ ،‬له لنډې چوپتیا وروسته یې په مخامخ څوکۍ کې ځان را سم کړ‪ ،‬د خبرو موضوع یې بدله‬
‫کړه او ویې ویل‪ :‬دا سرخوړلی پروګرام به کله پیلیږي؟‬

‫ومې ویل‪ :‬معلومات نلرم او ډیر مهم هم راته نه ښکاري‪ ،‬هسې نه هم له پروګرامونو سره هغه پخوانۍ مینه نه لرم‪.‬‬

‫سدرا ته ښه موقع په السورغله‪ ،‬ویې ویل‪ :‬ښه ده چې را په زړه دې کړل؛ زه دې هم وینم‪ ،‬چې اوس له پروګرامونو ځان پټوې‪ ،‬هغه ښکلی‬
‫غږ مې دی ډیر وخت نه دی اوریدلی؛ پخوا ښه وې ټولګي اوې سهارني پروګرام کې به دې کومه نیمه سندره‪ ،‬شعر او ټپه وایه؛ خو اوس دې‬
‫پریښي؛ خیر څه پرواه نه کوي؛ هغه به ټول درته معاف کړو؛ خو نن دې کله پریږدو‪ ،‬که پروګرام سم و؛ نو بیا یې درباندې وایو؛ تر څو هغه‬
‫ښکلی اواز دې یو ځل بیا زما تر زړه ور سیږي‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬که نن ښه پروګرام هم وي؛ سدرا! زه پکې نظم‪ ،‬شعر‪ ،‬ترانه او یا کومه سندره ویلی نشم‪ .‬اوس هغه د پخوا وخت سمسور نه یم‪،‬‬
‫چې سم دم طوطي به ښکارېدم؛ نن سبا که له خولې کوم اواز وباسم او یا زمزمه کوم؛ نو ټول له غم او درده ډک وي؛ حاالت مې یو دردیدلي‪،‬‬
‫ځوریدلي‪ ،‬بې وسه او ناچاره انسان تهورته دي‪ .‬نه پوهېږم له ښوونځي فارغېدو وروسته به څه کوم او را روان کال به دلته یم که نه؟‬

‫په اندېښنې سره یې وپوښتل‪ :‬نو چیرې به یې؟‬

‫ــ خدای خبر چې چیرته به یم‪ ،‬څه به کوم‪ ،‬ژوندی به یم او که‪...‬؟؟؟‬

‫خبره مې پوره نه کړه؛ چې سدرا په خوله کې خبره را وچه کړه او ویې ویل‪ :‬حد دې وکړ؛ نورنو غلی شه‪ ،‬مخکې مه ځه‪ ،‬له مرګي هیر‬
‫شې‪ ،‬دماغ دې خراب شوي‪ ،‬چې داسې خبرې کوې؛ انسان له ژوند سره مبارزې ته پیدا دی‪.‬‬

‫ــ نه؛ روغ رمټ یم؛ خو له دې وروسته به مې په ټول ژوند کې دغه خبرې په زړه وي او خوله به یې تر خلکو رسوي؛ یقین دې وشه‪ ،‬چې‬
‫زه له دې ژونده ستړی شوی یم‪ ،‬ډیر ستړی؛ لکه د ورکو الرو مسافر چې نه الر پېژني او نه منزل ور معلوم وي‪.‬‬

‫تر ډیره مو خبرې سره ورکې شوې‪ ،‬غلي ناست وو‪ ،‬کله ناکله به مو یو نیم پټ او مرموز نظر یو بل ته سره وکړ او بیا به مو مخونه‬
‫وګرځېدل‪ .‬نور مې نو زړه تنګ شو او ومې ویل‪ :‬سدرازه یو ځل د مکتب ټول ټولګیګورم‪ ،‬ما په دې دومره وخت کې ټول ښوونځی نه دی‬
‫لیدلی‪ .‬زه روان شوم او سدرا په خپل ځای پاتې شوه‪ .‬هر صنف ته تلم او د تختې تر څنګ مې لیکل‪« :‬نوي ټولګي ته پخیر راغلئ!»‬

‫کله چې مې د خپل ټولګي وار راورسېده؛ ال به مې لومړی توری لیکلینه و‪ ،‬چې د پښو اواز مې تر غوږ شو‪ ،‬شا ته مې وکتل‪ ،‬میس شمایله‬
‫او میس حمیده وې‪.‬‬

‫میس حمیده زمونږ تر ټولو مخکښه ښوونکې وه او میس شمایله بیا زمونږ د ښوونځي (یونیک پرائیوټ سکول) دویمه عیسوي ښوونکې وه‪.‬‬
‫زمونږ په ښوونځي کې اکثره سني مسلمانان وو؛ خو یو څو عیسایان هم د ښوونکو او زده کوونکو په صفت راسره وو‪ ،‬چې د کورنیو ټول‬
‫شمېر یې ‪ ۳۰‬ته رسېده؛ خو کله نه چې په دوی بریدونه زیات شول اکثره یې الهور او د پېښور مرکزي ښارته الړل؛ مګر هلته هم قرار پاتې‬
‫نشول او یوه ورځ مې د پښتو مشهوره ورځپاڼه وحدت کتله چې د سر خبر یې و‪ :‬پېښورکې د عیسایانو په چرچ برید لسګونو کسانو ته مرګ‬
‫ژوبله اوښتې ده‪ .‬کله چې ښوونکې حمیده او شمایلهزما تر څنګراورسېدې؛ نو ما هم میس حمیده سره اړ بړ (جوړ پخیر او خبرې) وکړې‪.‬‬
‫ښوونکې شمایله ته مې هم ستړې مشې وویل‪ ،‬په زړه مې ګرځېدل؛ خیر که ما سره نه غږیږي؛ خو زه باید ورسره ستړې مشې وکړم‪.‬‬
‫وروستی کال مې دی؛ خدای خبر چې بیا به یې وګورم؛ که نه؟ د زړه له خبرو را ووتم او د بښنې غوښتو په نېت مې د میس شمایلې الس‬
‫ونیو؛ خو هغې الس راڅخهشا ته کش کړ‪ ،‬په زړه کې مې وګرځېدل‪ ،‬چې په زړه کې یې خیری راته پاتې‪ ،‬ما ویل‪ :‬استاذې زه بښنه غواړم‪،‬‬
‫تاسې ما وبښئ؛ شاید له دې وروسته مې و نه ګورې‪ ،‬مونږ به بیا نه یو‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د هغې سترګې ښکته وې‪ ،‬هیڅ یې هم نه ویل‪ :‬میس حمیده وویل‪ :‬شمایله له تا څخه د معافي غوښتلو له پاره راغلې‪ ،‬هغه وایي‪ :‬چې له‬
‫سمسورسره مې د تیر کال په چهارنیمه ازموینو کې ظلم وکړاو هغه سره مې په ټولګي کې هم سخته رویه کړې؛ خو دا چې د هغوی صنف‬
‫فارغیږي‪ ،‬نو نه غواړم‪ ،‬چې خفه را نه الړ شي او ما ته ټول عمر ښېراوې وکړي‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬میس! زه نشم منلی چې ښوونکې دې ما نه بښنه وغواړي‪ .‬هغه ما خفه کړې نو باید زه ترې بښنه وغواړم؛ مونږ یې د پښو خاوره‬
‫هم نه یو؛ نو ځکه دا غرور نشم کولی‪ ،‬بیا هم معافي غواړم‪ ،‬له دې خبرې سره سم له خپل ټولګي بهر وتلم او د نورو صنفونو په کتلو مو پیل‬
‫وکړ‪ ،‬د خپل ټولګي په دیوال مې په شوتلي شینمارکرولیکل‪« :‬پخیر راغلئ» (سمسور‪ .‬س) له دې سره د ښوونځي انګړ ته ووتلم؛ خو میس‬
‫حمیده را پسې چټکه راغله او ویې ویل‪ :‬له تا څخه مې دا هیله نه درلوده؟‬

‫ما وویل‪ :‬د څه شي؟‬

‫ــ تا ولې خپله ښوونکې معافي غوښتلو ته پرېنښوده؟‬

‫ــ زما ضمیر دا کار نشو منلی‪.‬‬

‫ــ ته لیونی یې‪ ،‬هغه دې په اخیره ورځ هم په ژړا کړه‪.‬‬

‫له دې سره مې یو الس چا ونیو او اوچت یې کړ؛ خو ما په غیر اختیاري توګه الس کش کړ‪ ،‬چې ومې کتل‪ :‬میس شمایله ده او ترڅنګ یې‬
‫سدرا هم وه‪ ،‬څو شېبې خو غلی وم‪ ،‬هغوی هم څه نه ویل او یوازې ما ته یې په غورسره کتل؛ورومې وویل‪ :‬که څه خبره وي‪ ،‬ویې کړئ؛ خو‬
‫زه دا نشم قبلولی‪ ،‬چې ښوونکې دې له ما معافي وغواړي‪ ،‬دا زما غرور نه دی؛ بلکې میس شمایلې ته احترام‪.‬‬

‫مېس حمیده سر وڅنډه او په تیزو قدمونو روانه شوه؛ مګر شمایلې په داسې خبرو خوله خالصه کړه‪ :‬سمسوره په رب قسم درکوم‪ ،‬چې ما‬
‫معاف کړه‪ ،‬تر ډیره عصبانۍ چوپتیا پسې اخیستی وم؛ خو ما ته هم نور څه نه و را پاتې اود ناغېړۍ سربېره مې په کمزوري غږ وویل‪ :‬ما‬
‫معاف کړې‪.‬‬

‫له لنډې چوپتیا وروسته یې وویل‪ :‬سمسوره ستاسې په څیر زما هم دلته داوروستی کال او هفته ده‪ .‬څو ورځې وروسته له خپل خاوند سره د‬
‫عمرې اداء کولو ته ځم او بیا به هلته اوسیږو‪ ،‬خاوند مې ویزې تیارې کړې؛ خو زه به ډیره هڅه کوم‪ ،‬چې خاوند رضا کړم‪ ،‬څو ټول عمر‬
‫هلته تیر نکړو؛ زما خو تاسو او ښوونځی نه هیریږي‪ ،‬د ښونکې لومړیو خبرو پسې ال زیات خفه کړم او بیا مې ژر پوښتنه ترې وکړه‪ :‬عمره‬
‫ولې کوې؛ اسالم خو به دې‪...‬؟ هغې وخندل او خبره یې را پرې کړه‪ :‬شکر! الحمدهلل زه له پیدایښتراهیسې په ټوله معنا مسلمانه یم او څلور‬
‫میاشتې کیږي‪ ،‬چې واده مې کړی‪ .‬ما ویل‪ :‬ډیره ښه! نوی ژوند دې مبارک شه! سدرا خو سمه ور غاړه غړۍ شوه‪.‬‬

‫د بهر تللو اجازه مې ترې وغوښته‪ .‬دواړو وویل‪ :‬نو چیرته ځې؟‬

‫ګړۍ ته مې وکتل‪ ،‬اته بجې کېدونکې وې؛ ومې ویل‪ :‬پروګرام ته ځان تیاروم‪ ،‬یوازې نیم ساعت پاتې دی‪.‬‬

‫هغوی ښه وکړل؛ خو میس شمایله وویل ‪ :‬ته به لږ صبر وکړې‪ .‬زه ودرېدم‪ ،‬هغې خپل دستکول ته الس کړ او یوه کڅوړه یې ځینې را‬
‫وو ېسته‪ ،‬هغه یې ما ته راکړه او یو قطی (رنګین ډبی) یې سدرا ته ورکړ‪ ،‬د ځلېدونکو غمیو په واسطه پرې لیکل شوي و‪ :‬سدرا ته د شمایله‬
‫له اړخه ډالۍ!‬

‫بیا یې راته وویل‪ :‬سمسوره د تیرو وختونو د کیسو بښنه به راته کوې‪ .‬ما یوازې د خفګان ښودلو په نېت سر کوږ کړ‪ :‬میس!‬

‫هغې ژر وموسل ‪ :‬تاسې کېنئ! زه به په پنځو دقیقو کې واپس راشم‪ ،‬هغه بهر ته ووته او ما کڅوړې ته الس کړ‪ .‬په کڅوړې کې زما او زما‬
‫د مور یو انځورو‪ ،‬بل لور ته مې له مورسره یوځای تصویر و چې الندې ترې لیکل شوي و‪:‬سمسوره! ته مې رضاعي وروریې! زما مور‬
‫مسلمانه وه؛ خو پالر مې تر ډیره عیسوي و او له واده وړاندې مسلمان شو؛ نور ترونه مې اوس هم عیسایان دي؛ نو ځکه خو خلکو ما ته هم‬
‫د عیسوۍ فکر کړی و‪ ،‬مور مې د ښوونځي له لومړي صنفه تر نیمایي پوهنتونه ستا د مور ټولګیواله وه‪ .‬دا عکسونه هغې را کړل او مور‬
‫مې ویل‪ ،‬چې سمسور دې رضاعي ورور دی‪ .‬ما له یو مسلمان هلک سره واده کړی او هغه هم ستاسې د ریاضي ښوونکی تیر شوی‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫(ریاض) یادوم؛ نور نو څه نشته! د تیرو بښنه غواړم‪ ،‬د دې کڅوړې په منځني جیب کې مې درته دیرش زره کلدارې روپۍ ایښې‪ ،‬دا یو قلم‬
‫دې ستا د خور له لوري تا ته ډالۍ او د ډیر وخت له پاره نښه وي!‬

‫ستا خور شمایله (سمسور)‬

‫لیک مې چې څنګه پای ته ورساوه؛ نو په سر کې مې څړیکې شوې‪ ،‬د مور جانې د عکس په لیدو بې کنټروله شوم؛ خو کله مې چې سترګې‬
‫وغړولې او ځان مې را برابرولو؛ نو سدرا مې تر خوا والړه وه او شمایله هم را روانه وه‪ .‬هغه چې راغله غږ یې وکړ‪ :‬تاسې راځئ‪ ،‬چې‬
‫بهر کینو‪ ،‬هلکان او انجونې ډیرې شوې‪ ،‬پروګرام شروع کېدونکی دی‪ ،‬ال بهر ته قدم نه و پورته کړی‪ ،‬چې یوه ډله ټولګیوال مو د نصیر په‬
‫مشري تر خوا راورسېدل هغه را څنګ ته شو‪ ،‬په لغازي انداز یې وویل‪ :‬چیرته وې؟ بیخیورک‪ ،‬ورک؟په دې ښاده ورځ اوستا نشتون‪ ،‬یره‬
‫خو سړی به درته څه ووایي‪ ،‬سم دم لیونی یې‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬نصیرو! ورک خو نه وم؛ مګر ته وایه‪ :‬څه خبره ده‪ ،‬ولې داسې خوشحاله یې؟‬

‫هغه څه و نه ویل؛ یوازې د سر په خوځولو سره یې پوه کړم‪.‬‬

‫ما یې په اوږه الس ور واچوه او یوې خوا ته شولو‪ .‬ماللې سدرا دوی ته وویل‪ :‬دا دوی بیا چیرته روان شول؟‬

‫ما الس ور پورته کړ‪ :‬چیرته نه؛ بس هسې لږ ګډ قدمونه سره اخلو‪.‬‬

‫نصیر ته مې مخ کړ‪ :‬بچو! څهرې ته دې چې ګورم په زړه مې ډیر څه ګرځي‪.‬‬

‫هغه وخندل‪ :‬د زړه خبرې زړه کې ښې دي‪.‬‬

‫ــ نه بالکل هم نه؛ په وخت چې ونشي بیا به یې افسوس درته پاتې شي‪.‬‬

‫ــ خو د افسوس ویره ختمول زړه غواړي؟‬

‫ــ هو؛ مګر د یوې ورځې همدغه جرأت د ټول عمر ښکال در نصیب کوي‪.‬‬

‫یعنې ستا د خبرو مطلب دا چې‪ :‬د خپل زړه راز تر بل زړه ورسوم؟‬

‫د هغه د ځورولو موقع په الس راغله‪ :‬یوازې زما د خبرو مطلب؛ که ستا د خبرو هم؟‬

‫نصیر وخندل‪ :‬هلکه ډیر وران شوی یې؛ خو خیر نن په ښه موډ کې یم‪ ،‬څومره مې چې ځوروې اجازه ده‪.‬‬

‫نصیر مې ورو په څنګل وواهه‪ :‬در ګرځه‪ ،‬چې د لیال سترګې دې درپسې ووتې؟‬

‫هغه په اوږد ې ساه اخیستلو سره وویل‪ :‬څه؟ سترګې! ژر یې ماللې ته ور وکتل‪ ،‬چې زمونږ په لوري را برګه وه او د نصیر سترګې چې‬
‫ورسره ولګېدلې؛ نو ویې خندل‪.‬‬

‫مونږ هم بیرته خپلې ډلې پسې شا ته ور روان شولو‪ .‬د ښوونځي انګړ ته له نصیره جدا داخل شوم‪،‬هلته ډیری زده کونکي له وړاندې ال را‬
‫ټول وو‪ ،‬سر معلم چې ولیدلم زما په لوري راغییو نظم یې را کړ او ویې ویل‪ :‬دا به وایې او خپله لیکنه به ولولې!‬

‫ما د ښه په دود سر وخوځاوه او ترې روان شوم؛ خو هغه له شا نه را غږ کړل‪ :‬سمسوره! سلیم‪ ،‬سیلۍ (سدرا) او نصیر هم را ولېږه‪ ،‬ما‬
‫هغوی یوځای ور ولېږل او خپله مې نظم سر تر پایه ولوسته؛ نظم د وطن په اړه وو‪ :‬خو وطن پکې یتیم شوی وي‪ ،‬د هغه شعروروستي دوه‬
‫بیرته به مې تر عمره هیر نشي‪ ،‬چې‪:‬‬

‫وطن بیا په لوګو تور شو‬

‫ښکاري داسې چې محشر شو‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫جومات ګډ شو‪ ،‬حجرې تشې‬

‫کوڅې ورانې؛ سوړ ګودر شو‬

‫ټول نظم مې دوه ځلې له ځان سره زمزمه کړ‪ ،‬چې دریم ځل مې ولوسته؛ نو سدرا هم راغله او ویې پوښتل‪ :‬څه دنده یې درکړه؟‬

‫ما وویل‪ :‬یو نظم اولنډه مقاله‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬زما موضوع یوه مقاله وه؛ مګر سرمعلم صیبیوه لنډه کیسه هم را وسپارله؛ خدای دې خیر کړي‪ ،‬چې سمه یې ووایم‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬سخته نه ده؛ خو لنډه کیسه بل چا ته ورکړه! تا ته یې هم دوه برخې درکړې‪ ،‬ما ته هم او بل ته به یې هم ورکړې وي‪ ،‬میلمانه به‬
‫وایي‪ ،‬چې په همدې ټول ښوونځي کې دا څو کسان دي‪ ،‬سدرا راسره ومنله اوسرمعلم سره یې خبره شریکه کړه‪ ،‬کوریې ودان هغه هم منلې‬
‫وه او پاتې لیکنې یې څو نورو کسانو ته ورکړې وې‪.‬‬

‫شاوخوا‪ ۸:۳۰‬بجې وې‪ ،‬چې پروګرام مو پیل کړ‪ ،‬د پروګرام انانسر د مکتب یو پخوانی زده کوونکی و‪ ،‬چې اوس یې په کوم بل ښوونځي‬
‫کې درس وایه‪ .‬پروګرامورو‪ ،‬ورو په مخ روان و‪ ،‬په شپږمه حصه کې زما برخه شوه‪ ،‬لومړی مې د سولې په اړه خپله مقاله وړاندې کړه او‬
‫بیا مې نظم ووایه؛ نظم نیمایي ته نه رسېدلیچې په سټیج کې د نري؛ خو غمجن سرود اواز واورېدل شو‪ ،‬شا ته مې وکتل؛ نصیر و‪ ،‬د ښوونځي‬
‫د رسمي پروګرامونو په هال کې یې لږېدلی پراجکټور هم چاالن کړ او ایډیټ کړې ویډیو چاالنه شوه‪ ،‬چې سراسر په پښتني سیمو له ناخوالو‪،‬‬
‫غربت‪ ،‬جنګونو‪ ،‬وحشتونو‪ ،‬کرکو او بدبینیو ډکه وه‪ .‬نصیر ته مېیوه وړهبې اختیارهخندا وکړه او خپل اواز مې نور هم غمجن کړ‪ ،‬کله مې‬
‫چې شعر ختم کړ‪ ،‬د خپلو شیندلو او خپرو حواسو له کبله نه یم پوهېدلی‪ ،‬چې په کومه هوایي الره تر خپلې څوکۍورسېدم‪ ،‬تر ډیره نه یم پوه‬
‫شوی‪ ،‬چې څه مې کول؛ خو څو ساړه اسویلي مې واورېدل‪ ،‬کله چې لږ را سم شوم‪ ،‬یوه بدرګه چکچکې مې واورېدې‪.‬‬

‫پروګرام ژر ژر په مخ روان و‪ ،‬د سدرا د لیکنې ویلو وخت راورسېده‪ ،‬انانسر بلنه ورکړه‪ ،‬هغې لومړی ماته وکتل؛ ما هم د ډاډګیرنېمسکا‬
‫وړاندې کړه‪ ،‬هغه روانه شوه‪ ،‬د مایک مخې ته ودرېده او مقاله یې پیل کړه‪ ،‬ټوله لیکنه د لیکوالي په اوصولو برابره وه‪ ،‬خو دا څو جملې یې‬
‫راباندېډیرې خوږې ولګېدې‪:‬‬

‫انسان له طبیعت نه خوند اخیستونکی موجود دی‪ ،‬د غرونو‪ ،‬رغونو‪ ،‬دشتو‪ ،‬هوارو‪ ،‬ګړنګونو‪ ،‬ټیټو‪ ،‬لوړو‪ ،‬سیندونو‪ ،‬سمندرونو‪ ،‬ځړوبونو او‬
‫ابشار ونو سرچینې هغه څه دي‪ ،‬چې طبیعت یې ښکلی کړی او انسان ته یې ارامور بښلی دی‪ .‬کاینات د رب هغه زرینه تحفه ده‪ ،‬چې انساني‬
‫ژوند یې له رنګینیو ډک کړی دی‪ .‬د همدغه طبیعت مجموعه ده‪ ،‬چې زمونږ سترګې پکې له رنګارنګ ښکالو‪ ،‬ډول‪ ،‬ډول ښایستونو او قسم‬
‫قسم ارامتیاو سره مخ کیږي‪ .‬که ووایو‪ ،‬چې په یو انسان یا کوم شي باندې مین یو؛ نو درواغ نه ده‪ ،‬چې ادعا وکړو‪ :‬مونږ د کایناتو په یوې‬
‫برخې او جز باندې مین یو‪.‬‬

‫د دې کرښو له پای ته رسولو سره سمه سدرا را ښکته شوه او بیا زما تر څنګ په خپلې څوکۍ کېناسته‪ ،‬ماورته السونه وپړقول او خندل مې‬
‫هم‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬څنګه خاندې؟ لکه چې مقاله سمه و نه ویله یا پکې کوم پارګراف غلط و‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬نه؛ نه دا سوچ هم ونکړې‪ ،‬چې مقاله دې غلطه وویله؛ بلکې دې ته دې حیران کړم‪ ،‬چې دا څومره لوړ او ښکلیلیک و؛ زه خو دې‬
‫سم دم د حیریت په جال کې ونغښتم او بله دا چې د طبیعت او انسان د رشتې په اړه دې هم پوه کړم‪ ،‬له لیکنې اولیکوالي دې پوره اغېزمن یم‪.‬‬

‫هغې وخندل او بیا یې وویل‪ :‬زما خو دې سم زړه وچاوده‪ ،‬هم دې خندل او هم دې السونه ټکول‪ ،‬ما ویل سخر (خندا) را پورې کوې‪.‬‬

‫ما هم وموسل او د سدرا په لیکنې مې غور پیل کړ؛ پوه شوم‪ ،‬چې جنۍ ښاري ده؛ خو د زړه مارغه یې ال هم د غرونو طوافونه کوي‪ .‬ښه په‬
‫تول پوره غرڅنۍ راته ښکاره شوه ؛ مګر ښاري هوا یې زړه محاصره کړی و او دا هم د قفس دننه د بند مارغه په څېر پکې تاوېده‪.‬‬

‫د پروګراموروستۍ برخې وې له سدرا وروسته نصیر‪ ،‬سلیم‪ ،‬حماد‪ ،‬ماللې او ځینې نورو زده کوونکو هم خپلې ټاکلې موضوعګانې او اړونده‬
‫برخې په غوره طریقې سره وړاندې کړېچې د پروګرام په ښایسته کولو کې یې بال زیات رول ولوبوه‪ ،‬په وروستیو لمحاتو کې د شربتونو او‬
‫چایو څښل پیل شول‪ ،‬زه‪ ،‬سدرا‪ ،‬نصیر‪ ،‬سلیم‪ ،‬میس حمیده‪ ،‬مالله‪ ،‬حماد او میس شمایله هم له خپلو څوکیو سره د دوو لویو میزونو په‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫طرفورکاږه شولو او په خپلو کې مو د ننني پروګرام‪ ،‬چې تر اوسه دا ډول پروګرام په ښوونځي کې نه و وړاندې شوی‪ ،‬خبرې وکړې‪ .‬میس‬
‫شمایله مې ډیر صفت وکړ؛ خو ماللې او نصیر ویل‪ ،‬چې په ډیر صفت یې اووم اسمان ته مه خېژوئ‪.‬‬

‫ما ویل‪ :‬تاسې میس ته ځان مه ور په زړه کوئ‪ ،‬همداسې مو هم صفت کوي‪.‬‬

‫هغوی وخندل او خاموشه شول؛ خو ورو شمایلې په څنګل ووهلم‪ ،‬نوره هم را نږدې شوه او ویې ویل‪ :‬سمسوره! سدرا ډیره خاموشه ده او بله‬
‫دا چې ستا په لوري ډیره را ګوري؟ هغې دا خبرې په سوالیه ډول وکړې؛ خو ما ورته چندانې د سوالیې او حیرانتیا بڼه ور نه کړ او په نه‬
‫پوهېږم مې پای ته ورسوله ؛ ځکه پوهېدم چې له اوسه رسوا کېدل راته ستونزې جوړوي؛ که څه هم په دې باوري وم‪ ،‬چې مینه د پټېدلو شی‬
‫نه دی او یوه نه یوه ورځ به مې دغه مرض ټولو ته ښکاره شي‪.‬‬

‫شمایلې هم نور څه و نه ویل او غلې شوه‪ ،‬ما چې نصیر او ماللې ته وکتل؛ نو په تیر وخت خندا راغله؛ دوی به پخوا څنګ په څنګ ناست و؛‬
‫مګر یو بل یې دومره سره خوښ وو‪ ،‬چې مخونه به یې یو له بل اړولي وو؛ مګر اوس یې په خبرو کې د یو بل دفاع کوله‪.‬‬

‫چای مو وڅښه‪ ،‬له ملګرو مې اجازه واخیسته او د ورور په لټه کې شوم‪ ،‬له ډیرې پلټنېوروسته مې هم پیدا نه کړ؛ خو چې خبرېدم؛ نو هغه له‬
‫ښوونځي تللی و‪ .‬بیرته را ستنېدم‪ ،‬چې الس مې درد احساس کړ‪ ،‬که ګورم‪ :‬کشر ورور مې خوله راباندې کلکه کړې وه‪ ،‬ما هغه له السه ونیو‬
‫او د خپلې څوکۍ په طرف مې روان کړ‪ ،‬له څنګه مې یوه بله څوکۍ د ده له پاره را واخیسته‪ ،‬هغه هم له ما سره یوځای کېناست‪ ،‬ماللې خو‬
‫وار له واره ورته وویل‪ :‬څنګه یې وه بې عقله؟‬

‫هغه وویل‪ :‬ښه یم عاقلې!‬

‫ما وویل‪ :‬عادله په ادب سره غږیږه!‬

‫هغه غصه شو؛ ښه نو ادب څه شی وي؟ دې ال راته بې عقل وویل او ما عاقله وبلله‪.‬‬

‫ترې چوپ شوم او ماللې ته مې د هغه د ازارولو اشاره وکړه‪ ،‬خو ال به یې ډیر نه و ځورولی‪ ،‬چې روان شو او ویې ویل‪ :‬عاقل ته اشاره‬
‫کافي وي‪ .‬د چایو پیاله یې ډکه پرېښوده؛ میس شمایلېپسې ور ودانګل (پسې ورغله) او ویې ویل‪ :‬دا هلک ډیر ځیرک را معلومیږي‪ ،‬ورځم‬
‫چې بیرته یې راولم اولږ څه خبرې ورسره وکړم‪ .‬ما وخندل او هغه روانه شوه‪ ،‬شېبه وروسته مې چې کتل؛ نو عادل یې تر څنګرا روان و او‬
‫زما په لوري یې تروش تروش را کتل؛ څنګه چې میس شمایلې زما تر څنګ د کېناستلو امر ورته وکړ‪ ،‬نو د میس شمایلې څوکۍ یې زما تر‬
‫څنګ کېښوده او خپله د هغې څنګ ته کېناست‪.‬‬

‫شمایلې عادل ته وویل‪ :‬نوم دې څه دی او په څویم کالس کې یې؟‬

‫هغه وویل‪ :‬عادل یم او له دریم صنفه څلورم ته شوم‪.‬‬

‫هغې بیا وپوښتل‪ :‬کور دې چیرته دی؟‬

‫عادل ما ته وکتل؛ خو ماورته سترګه ووهله‪ ،‬چې ما ته دې نهګوري‪.‬‬

‫هغه ورته وویل‪ :‬په حاجي کیمپ کې‪.‬‬

‫شمایلې وویل‪ :‬ښه نو ما پېژنې او که نه؟‬

‫هغه وویل‪ :‬هو‪.‬‬

‫ښوونکې زمالور ته الس ونیو‪ :‬دا څوک دی؟‬

‫هغه وخندل‪ )I think( :‬سمسور دی‪.‬‬

‫ماللې خوله خالصوله خو ما په سترګو کې پوه کړه‪ ،‬چې غلې کیني‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫میس شمایلې خبرې جاري وساتلې‪ .‬ویې پوښتل‪ :‬څویم نمبر یې؟‬

‫ــ دریم‪.‬‬

‫ــ ډیر ښه‪ .‬د پالر او ورور نوم دې څه دی؛دلته څوک پېژندګلو لرې؟‬

‫ــ ورورمې سمسور دی؛ ستاسې څنګ ته ناست دی اوپالر مې نو اوس ته هم پېژنې‪.‬‬

‫د شمایلې له حیرانتیا خوله خالصه پاتې وه؛ ما ته یې وویل‪ :‬دا څه اورم؛ رښتیا‪...‬؟‬

‫ومې ویل‪ :‬هو!‬

‫هغې عادل ته وویل‪ :‬ته غوږ رانږدې کړه‪ ،‬خبره درته وکړم‪ .‬هغه چې څنګه غوږورنژدې کړ؛ نو میس شمایلې څو ځله په مخ‪ ،‬مخ ښکل کړ‪،‬‬
‫سخت وشرمېده او خپل مخ یېترې یو خوا ته کش کړ‪ .‬شمایلې وروورته وویل‪ :‬ښا!! نو ته د سمسور وروریې؟ دا چیرته پټ وې‪ ،‬چې ما هم نه‬
‫وې لیدلی‪.‬‬

‫ځواب یې ورکړ‪ :‬په مکتب کې تاوېږم را تاوېږم؛ خو تاسې مې نه وینئ‪.‬‬

‫شمایلې یې په سرالس را کش کړ‪.‬‬

‫سلیم‪ ،‬مالله او میس حمیده اوچت شول‪ .‬سدرا هم د بدن شخوالی وویست او په خندا یې وویل‪:‬شاغلو او اغلو! زه به هم در نه الړه شم‪ ،‬هلته به‬
‫له سټیج سره نږدې د خپلې ترور لورانو سره ووینم‪.‬‬

‫له یو څه نزاکت سره مې وویل‪:‬ور تلی شئ‪.‬‬

‫نصیر ما ته هم سترګه ووهله؛ خو ما بښنه وغوښته او په خپل ځای پاتې شوم‪.‬‬

‫اوس یوازې زه‪ ،‬عادل او میس شمایله پاتې وو‪ ،‬عادل ته مې وویل‪ ،‬چې خپلو ملګرو ته ورشي‪ ،‬بیا مې شمایلې ته مخ کړ او ومې ویل‪ :‬ښا! نو‬
‫خور جانې تا ته زه ښه مجبور ښکاره شوی یم‪ ،‬چې ‪ ۳۰۰۰۰‬زره روپۍ دې په کڅوړه کې راته ایښې وې‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬تا بیا دومره ژر لیک او کڅوړه وکتل‪.‬‬

‫ــ هو‬

‫ــ څومره بې وعدې انسان یې؛ ما خو درته ویلي و‪ ،‬چې امانت دی او کور به یې ګورې‪.‬‬

‫ــ د زړه مې سخته سودا وه‪.‬‬

‫ــ کومه پرواه نه کړي؛ دا راته ووایه‪ ،‬چې روپۍ ولې نه اخلې؛ زما مرسته دې ښه نه ایسي که څنګه؟‬

‫ــ نه؛ نه داسې څه نشته؛ خو زه اوسضرورت نلرم‪،‬‬

‫ــ سمه ده؛ مګر دا روپۍ ما له زړه درته ویستي؛ بهر یې چیرته غورځولی شې؛ خو زه یې نه اخلم‪.‬‬

‫ــ که ته یې نه اخلې؛ نو زه پرې څه وکړم؟‬

‫ــ که هر څه پرې کوې‪ ،‬هغه ستا کار؛ خپل نیمګړي کورسونه پرې پوره کړه‪ ،‬ښه جامه‪ ،‬ښه خوراک‪ ،‬ښه ژوند او‪....‬‬

‫ما لږ څه جدي وویل‪ :‬خور جانې داسې فکر مه کوه‪ ،‬چې زه به ډیر غریب یم‪ ،‬ما سره د دنیا هر څه شته؛ خو في الحال نه‪ ،‬هغه شته‪ ،‬چې زما‬
‫له پالر او کورنۍ سره دي‪ ،‬زما هم په کېبرابره حصه کیږي؛ خو په راتلونکې کې به ورسرهګورم‪ ،‬شمایله له خپل ځایهوښورېده‪ ،‬د ځواب‬
‫توري یې له ځان سره کتل‪ ،‬چې عادل راغی‪ .‬کور ته یې د تګ ویل‪ .‬میس شمایلېورته وویل‪ :‬دلته راشه یو څه شی درکوم‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫عادل په نه زړه زما له خوا هغې ته ورغی؛ ځکه چې وړاندینۍ مچکې (چپونه) یې اوس هم یاد وو‪ ،‬چې مخ یې پرې سور اړولی و‪ .‬دا ځل‬
‫چې ورغی؛ نو اول خو یې پنځوس روپۍورکړې او بیا یې چپ کړ‪،‬ورته کړه یې‪ :‬په درسونو کې به کوښښ کوې او خوشې خوشې (عبث) به‬
‫نه ګرځې‪ .‬هغه هم ښه وویل اوروان شو‪.‬‬

‫ما ور غږ کړ‪ :‬عادله (‪ )Return Kiss‬خلکو ته ورکوه؛ هغه را وګرځېده او میس شمایله یې د زنې اړخ ته لږ څه پورته د ښي لوري په‬
‫غومبري ښه کلکه ښکل کړه‪.‬‬

‫شمایله تر ډیره خوښه معلومېده ویې موسل او ما ته یې مخ را وګرځاوه‪ :‬ما ته یوازې دومره معلومه وه‪ ،‬چې سمسور بل ورور هم لري؛ خو‬
‫تر اوسه را ته دا پته نه وه‪ ،‬چې عادل به ستا ورور وي او نه تا راته ویلي و؛ دا خو ډیر ذهین هلکدی‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬مننه؛ خور جانې!‬

‫هغې وویل‪ :‬ستا په خوله کې د خور جانې کلیمه ډیره ښه لګیږي‪.‬‬

‫له لنډې خنداوروسته مې و ویل‪ :‬که ته پرې خوشحالېږې ټول عمر به خور جانه درته وایم‪.‬‬

‫خواهش یې وکړ اوویې ویل‪ :‬خدای دې وکړي‪ ،‬چې مونږ ټول عمر سره نژدې پاتې شو؟‬

‫ډیرې خبرې مو سره وکړې؛ خو چې څنګه مې سدرا را روانه ولیده؛ نو میس شمایلې ته مې وویل‪ :‬که ستا خوښه وي نور به د ښوونځي‬
‫پروګرام خوا ته ور شو؛ ناوخته دی‪ ،‬د لوبو پروګرام د پېلېدلو وخت هم را نژدې شو‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬کومه لوبه دې خوښه ده‪.‬‬

‫ما وویل ټینس او کرکټ کولی شم؛ خو خوښیږي مې ټولې‪.‬‬

‫ویې خندل‪ :‬ډیر اعلی‪.‬‬

‫مننه مې وکړه اوروان شو‪.‬‬

‫ډیر نه وو تللي‪ ،‬چې سدرا هم راغله اوراته ویې ویل‪ :‬سرمعلم وایي‪ :‬د کرکټ لوبه به کوئ‪ ،‬ټینس او فوټبال هم در له غاړې دی‪ ،‬ژر ژر‬
‫ټیمونه برابر کړئ؛ ناوخته دی‪ .‬ما وویل‪ :‬ښه‪ ،‬سرمعلم ته ورغلماو ومې ویل‪ :‬سرمعلم صیب! یوازې کرکټ او ټینس کوو‪ ،‬فوټبال نشو کولی‪،‬‬
‫شاګردان کم او وخت هم ډیر لږ دی‪ ،‬هغه ومنلهله مقابل ښوونځي سره پرې هم سال وشوه‪ ،‬د کرکټ لوبډلې مشري مو نصیر ته وسپارله؛ ځکه‬
‫هغه یو تکړه الرونډر لوبغاړی و او ښهقوي تنظیوونکی ذهن یې درلود؛ نو په هر ډول حالتونو کې یې په یوازې ځان کولی شو لوبه وګټي‪ .‬د‬
‫ټینس د انجونو لوبو کې مالله او دوه نورې انجونې وټاکل شوې‪ .‬خو د هلکانو په لیست کې زه‪ ،‬حماد او یو بل هلک موجود وو‪ .‬مونږ باید په‬
‫کرکټ کې یوه شل اوریزه لوبه کړې وای او ټینس کې به دوه سنګلز او ډبل (‪ )womenandmen‬لوبې ترسره کېدې‪ .‬لومړی مو کرکټ‬
‫خوښ کړ‪ .‬د لوبې پچه مونږ وګټله‪ .‬د وخت د کموالي له امله لوبه ‪ ۱۲‬اوریزه شوه‪ ،‬د سیال ښوونځي لوبډلې ته مو د بالنګ په سخت پیچ‪۹۸‬‬
‫منډې هدفورکړ‪ .‬نصیر ‪ ،۳۰‬حماد‪ ۲۶‬او ما ‪ ۱۹‬ناسوځېدلې منډې وکړې لومړی مو ډیر ژر ژر لوبغاړي وسوځېدل؛ خو په وروستیو څلورو‬
‫اورونو کې نصیر او ما له بالرانو ښه پوستکی وویسته‪.‬‬

‫کله چې زمونږ د توپ اچوونې وار راورسېده‪ ،‬نو په لومړیو اورونو کې سیالې لوبډلې ډیرې زیاتې منډې وکړې‪ ،‬په پنځو اورونو کې ‪۴۶‬‬
‫منډې وې او کوم لوبغاړی هم و نه سوځېده؛ زما او نصیر په ګډون ‪ ۴‬بالران ښه وشړکېدل؛ خو کله چې زه پنځم اور ته راغلم‪ ،‬له دوو‬
‫څلوریزو خوړلو وروسته مې دوه پرله پسې ویکټې واخیستې‪ ،‬په بل اور کې هم یو بل توپ اچوونکي یو لوبغاړی وسوځاوه او دغه لړۍ‬
‫همداسې دوامداره شوه‪ .‬کله چې ‪ ۱۱‬اورونه ختمېدل؛ نو منډې ‪ ۹۰‬ته رسېدلې وې او ‪ ۷‬لوبغاړي سوځېدلي وو‪ .‬د وروستي اور له پاره نصیر‬
‫په ما باور وکړ‪ ،‬انکار مې کاوه؛ خو د لوبډلې خوښه هم په ما راغله؛ ځکه په دوو اورونو کې مې ‪ ۱۵‬منډې ورکړې وې او ‪ ۳‬لوبغاړي مې‬
‫هم سوځولي و‪.‬وروستی اور مې پی ل کړ‪ ،‬په لومړیو دوو توپونو دوه منډې وشوې‪ ،‬دریم بال میس شو‪ ،‬څلورم بال اور ترو کې ‪ ۳‬منډې شوې‪.‬‬
‫پنځم توپ باندې د دوهمې منډې په دوران رن اوټ وشو او وروستي توپ ته ‪ ۲‬منډې پاتې شوې‪ .‬چا ویل‪ :‬سلو فول ټاس وکړه‪ ،‬چا ویل تېز با‬
‫نسر و کړه او چا بل څه؛ خو خپله مې د یو تېز توپ تابیا ونیوله‪ ،‬په ګراونډ کې د سرمعلم او نورو مینوالو زوږ زیات شو‪ ،‬په شورکې مې‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫خبره نه اورېده؛ خو وروستی بال مې میس کړ؛ بال له ویکټ ساتونکي خطا شو او توپوهونکو یوه منډه واخیسته‪ ،‬چې له امله یې لوبه مساوي‬
‫شوه‪ .‬ما ته نو سمه غصه راغله او ویکټ کېپر ته د بدو ردوویلو په نېتورغلم؛ خو نصیر منع کړم‪ .‬لوبه سوپر اور ته ورسېده‪ ،‬سیالې لوبډلې‬
‫دوه تکړه لوبغاړیمیدان ته را ښکته کړل‪ .‬له نصیره مې د سختې غوسې په حالت کې بال واخیسته او توپ اچونه مې پیل کړه‪ ،‬په لومړي بال‬
‫مې یوه‪ ،‬په دوهم او دریم بال مې هم یوه‪ ،‬یوه منډه ورکه‪ ،‬په څلورم بال مې لوبغاړی وسوځاوه‪ .‬بال دومرت تېز او بالک و‪ ،‬چې بېټسمېن‬
‫خوار و نه لیده‪ ،‬پنځم بال نصیر یوه ښکلې شپګیزه را وګرځوله؛ خو بیا هم ‪ ۲‬منډې راغلې‪ ،‬په وروستي توپ هم ‪ ۲‬منډې وشوې او ‪ ۸‬منډې‬
‫هدف وټاکل شو‪ .‬نصیر ښه خوشحال و؛ ځ که هدف کم و‪ ،‬دوه لوبغاړي حماد او یو بل تنورووتل‪ ،‬په لومړي بال دوه منډې راغلې؛ خو په‬
‫دوهم بال حماد وسوځېده؛ نصیر یو څه پریشانه معلومېده‪ ،‬یو تن بل هلک یې لېږه؛ مګر مونږ دی انتخاب کړ‪ ،‬هغه زه را پاسولم‪ ،‬ما انکار‬
‫وکړ او ومې ویل ‪ :‬چې له دې وروسته به ټینس لوبه کوم‪ ،‬فیصله په دې وشوه‪ ،‬چې نصیر باید د بېټنګ له پاره الړ شي‪ ،‬هغه لومړی بال میس‬
‫کړ؛ خو په دوهم بال یې څلوریزه ووهله په ‪ ۲‬توپونو ‪ ۲‬منډې پاتې وې‪ ،‬چې نصیر په لیګ سایډ د پښې اوچتولو سره په شارټ بال یوه ښکلې‬
‫شپګیزه ووهله او مونږ لوبه وګټله‪ .‬مونږ ټولو له ډیرې خوشحالۍ په نصیر پسې ورمنډې کړې او په اوږو مو اوچت کړ‪ ،‬ځکه ډیره مهمه لوبه‬
‫یېراته وګټله‪ ،‬په دې سره لوبه ختمه شوه او میلمنو انعامونه وویشل‪.‬‬

‫زه ټینس میدان ته والړم؛ خو له رسېدو سره مې له حیراني سترګې خالصې پاتې شوې‪ ،‬په میدان کې مې سدرا ولیده‪ ،‬چې تیزه تیزه لګیا وه‪،‬‬
‫زه یوې خوا ته کېناستم‪ ،‬سیل مې پیل کړ‪ ،‬لنډه لنډه مسکا به مې وکړه‪ ،‬سدرا و نه لیدم؛ مګر ما د لوبې تر پایههغه وڅارله او پوره دیدن مې‬
‫وکړ‪ .‬سدرا لوبه وګټله اوسیالې لوبغاړې ته یې‪ 5 _ 2 ،5 _ 3‬او ‪ 7 _ 3‬ماتې ورکړه‪،‬ورپسې د ماللې او یوې بلې انجلۍ له لوري د سیال‬
‫ښوونځي له دوو انجونو سره د دریو راونډونو ډبلز ګیم (جوړه لوبه) پیل شوه‪ ،‬د لوبې په لومړي راونډ کې ماللې ښه لوبه ونکړه اوراونډ یې‬
‫‪ 5 _ 6‬وبایلوده؛ خو دوهم راونډ یې بیا ‪ 7 _ 6‬وګاټه اولوبه دریم پړاو ته ورسېده‪ ،‬دریم پړاو ‪ 6 _ 6‬مساوي شو‪ ،‬چې له امله یې لوبه پنځه‬
‫مرحله یي شوه او (‪ 5‬راونډونو) ته ورسېده‪ .‬په څلورم او پنځم راونډ کې ماللې د کار نومرې ونکړې؛ خو ملګرې یې په سیال لوري ښه‬
‫ګوزارونه او په عین وخت کې ښه دفاع وکړه‪ ،‬چې له امله یې په اسانۍ سره لوبه ماللې دوی وګټله‪ .‬زه ژر د ماللې او سدرا په لوریورغلم‪.‬‬

‫سدرا راته وویل‪ :‬څنګه یې سمسوره؟ رنګ دې ډیر بد سور شوی دی‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬له کرکټ راغلم‪.‬‬

‫دا ځل ماللې وویل‪ :‬لوبه چا وګټله؟‬

‫ما وویل‪ :‬هغه بل مکتب راڅخه وګټله‪.‬‬

‫ماللې وویل ‪ :‬دا نو کله کېدلی شي‪ ،‬چې نصیر دې په کومه لوبډله کې وي‪ ،‬هغه دې شکستوخوري‪.‬‬

‫ومې خندل‪ :‬ټوکې مې درسره وکړې‪ ،‬مونږ لوبه وګټله‪.‬‬

‫دواړو مبارکي راکړه؛ ما هم ور زیاته کړه‪ :‬ستاسې بریاوې دې تاسو ته مبارک شي‪ .‬دوی حیرانې شوې‪ ،‬چې تا څه ولیدو‪ .‬ما وویل‪ :‬له یو‬
‫ساعت راهیسې خو دلته ناست یم؛ نو‪...‬‬

‫له لږ ځنډ وروستهحماد هم راغی‪ ،‬د ټینس ریکټې او جال یې راوړ‪ ،‬د هلکانو په میدان کې مو ولګاوه‪ ،‬لوبه مو پیل کړه‪ ،‬لومړی یو په یو لوبه‬
‫ما وکړه‪ ،‬او ومې ګټله؛ خو په ډبل ګیم کې مې خونده نه وه‪ ،‬لومړي دوه راونډونه مو بایلودل‪ ،‬مګر دریم راونډ مو ګاټه او نومرې مو مساوي‬
‫شوې‪ ،‬په څلورم راونډ کې مې تېزه لوبه شروع کړه‪ ،‬زمونږ پواینټونه ‪ ۴‬وو او هغوی کوم پواینټ نه درلود‪ ،‬چې دې وخت کې زما سر د جال‬
‫له ستنې سره ولګېده او په لوبه کې ځنډ راغی‪ ،‬سر مې وینې شو او پر ځای مې بل تن لوبې ته راغی‪ ،‬زه سدرا نژدې کلینک ته بوتلم‪ ،‬هغه‬
‫راته په سر پټۍ ولګوله او دوایي یې هم پرې واچوله‪ .‬زه چې بیرته لوبې ته ورتلم‪ ،‬لوبه مو بایللې وه‪ ،‬زه او حماد ډیر ستړي و‪ ،‬یواځې دوه‬
‫نیم ساعته مو لوبه کړې وه‪ ،‬نو کله مو کولی شو‪ ،‬چې د ټینس لوبه وګټو‪ ،‬د ټینس انعامونه هم وویشل شول؛ خو ناڅاپي مې تر خوا د خالهزوی‬
‫او ورور ودرېدل‪ .‬هغوی ویل‪ :‬چې د کرکټ په لوبه کې مو ولیدې او بیا نصیر دلته را وستو‪.‬‬

‫له هغوی سره ګډ ښوونځي ته روان شوم‪ ،‬خپل دوه انعامونه مې پردېس ته ورکړل‪ ،‬چې د خپل کور ته یې یوسي‪ .‬عادل مې هم کور ته‬
‫ولېږه‪،‬دواړو ومنله اوروان شو‪ .‬د مکتب له عمومي دروازې لږ وړاندې سرمعلم والړ و‪ ،‬هغه وستایلو او څه کاغدونه یې را کړل‪ ،‬ما چې‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫وکتل په یوولس پاڼو کې یې د کرکټ او په ‪ ۶‬پاڼو کې یې د ټینس لوبغاړو ته تقدیر نامې لیکلې وې‪ ،‬راته ویې ویل‪ :‬چې اړوندو کسانو ته یې‬
‫باید ورکړم‪.‬‬

‫اوس نو د مازدیګر ‪ ۴‬بجې وې‪ ،‬سیالۍ او پروګرامونه پای ته ورسېدل‪ ،‬د مکتب ټولې څوکۍ او نور لوازم په خپلو ځایونو کې کېښودل شول‪.‬‬
‫مخکې له دې چې د مازدیګر اذانونه وکړي‪ ،‬هلکانورو‪ ،‬ورو کورونو ته روان شول‪ ،‬په سدرا او ماللې پسې هم د ورور موټر راغی‪ ،‬هغوی‬
‫والړې‪ ،‬د خاله زوی پردېس او نصیر مې هم رخصت کړل‪ ،‬ان تر دې چې ټول همصنفیان مو ښه خفه والړل‪ ،‬دوی دومره خفه وو‪،‬چې‬
‫ګواکې بیا به په عمر سره و ن ه ګوري‪ ،‬ما خو له هر یو سره ټینګه غېږه ورکړه او معافي مې ترې وغوښته‪ ،‬یوازې یو څو استاذان او میس‬
‫شمایله پاتې وو‪ ،‬لږ څه وروسته میس حمیده هم را پیدا شوه‪ ،‬د مکتب په انګړ کې کېناستو‪ .‬زه د اودس له پاره اوچت شوم‪ ،‬څو د مازدیګر‬
‫لمونځ وکړم‪.‬هغوی هم خپلې خونې ته والړې‪ .‬لمونځونه وشول‪ ،‬له میس حمیدې سره مې خدای پاماني وکړه‪.‬‬

‫هغې وویل‪ ،‬چې سبا ته ستاسې د خاله کور ته درځم‪.‬‬

‫شمایله راغله؛ ویل یې‪ :‬نن به له ما سره ځې‪ .‬ما هم ومنله‪ ،‬له هغې سره روان شوم‪ ،‬زمونږ له کور څخه یې کور په لس کیلومتره او زمونږ د‬
‫خالهله کور څخه په پنځه کیلومتر ه فاصله کې پروت و‪ ،‬یوځای کې موټر ودرېده‪ ،‬ما کرایه ورکړه او د سرک په غاړه ودرېدم‪ ،‬شمایله راغله‬
‫پیسې یې راته ونیولې؛ خو ما نه اخیستې او په خپل ضد کلک ودرېدم‪ ،‬هغې له ډېر ضد وروسته ومنله او له ما سره یوځای خپل کور ته والړه‬
‫په دروازې ور ننوته او خپله مور یې را وغوښته‪ ،‬هغه چې څنګه راغله؛ نو ومې پېژنده‪ ،‬دا هغه ښځه وه‪ ،‬چې زما په ماشومتوب کې به‬
‫زمونږ کور ته ډیره راتله‪ ،‬مور به مې هم ورسره ډیره غږېدله او ما ته به یې هم له ځان سره ډیر څه راوړل‪ ،‬دا بې له شکه هغه ښځه وه‪.‬‬
‫چې څنګه زما مخ ته ودرېده په ژړا شوه‪ ،‬بیا یې ښکل کړم اوالسونه یې را نه کلک ونیول‪ ،‬ویل یې‪ :‬ته زما د ملګرې (ستا د مور) نښه یې‪ ،‬د‬
‫هغې د سترګو تور وې‪ ،‬د هغې له سوبه مې زړه ته ډیر را نزدې یې‪ ،‬بیا یې ښې ډیرې سلګۍ وکړې‪ ،‬څنګه چې زما په سترګو کې‬
‫اوښکېراغلې‪ ،‬شمایله هم بیرته له خپلې خونې را ووتله‪ ،‬مونږیې چېولیدو‪ ،‬مور ته یې په جدیت سره وویل‪ :‬مور !سمسور مې ستا ژړا او د‬
‫هغه ژړولو ته نه دی راوستی‪ ،‬چې تهورته ژاړې‪.‬‬

‫تر ماخوستن پورې د خپلې رضاعي مور په کورکې وم‪ ،‬هغې راته د خپل ژوند او زما د مور اړوند ټولې کیسې وکړې او ویې ویل‪ :‬چې نور‬
‫به هره ورځ زمونږ کور ته راځې!‬

‫د میس شمای له مور (نرګس ترور) راته ویل‪ :‬مور دې پهلومړي ټولګي کې وه‪ ،‬چې ستا پالر ته یې ورکړه‪ ،‬هلته ال نه وه خبره او ان تر‬
‫شپږمه زمونږ اول نومره وه؛ خو کله چې په اووم ټولګي کې له دې خبره شوه‪ ،‬چې کوژدن یې په ماشومتوب کې شوې؛ نو زړه یې‬
‫وغورځاوه‪ ،‬له درسونو یې زړه تور شو‪ ،‬مکتب ته به ډیره کمه راتله‪ ،‬چې کله به هم راغله؛ نو په کوم لرې سوچ کې به تللې وه‪ ۶ ،‬کاله به‬
‫یې هره ورځ تفریح له ما سره تېروله‪ ،‬خندل به یې‪ ،‬خوشحاله به وه‪ ،‬ټوکې به یې کولې او ټولې انجونې به پرې را ټولې وې؛ خو اوس یې د‬
‫ګالب په څیر غوړېدلی مخ مړاوی شوی و‪ ،‬د نورو انجونو خندا څه چې ان د ځان خوشحال ساتل ترې هیر و‪ ،‬زمونږ کورونه سره لنډ و‪،‬‬
‫خبره شوم‪ ،‬چې له دریو ورځو یې څه هم نه دي خوړلي؛ ما پرې خپله مور خبره کړه‪ ،‬هغه ورغله‪ ،‬رضا یې کړه‪ ،‬خوراک یې وکړ‪ ،‬له دریو‬
‫ورځو وروسته مې د هغې په شونډو مسکا ولیده؛ خو بیا به هم ډېر کله خفه وه‪ ،‬درسونه یې بیرته پیل کړل‪ ،‬په اتم صنف کې یې بېااول نمره‬
‫ګي ونیوله‪ ،‬خوشحاله به وه؛ یوه ورځ مې د هغې خاوند (ستا پالر) هم ور وپېژنده‪ ،‬چې کالج ته به روان و‪ ،‬دې به شرمیندوکې خندا وکړه او‬
‫و به یې ویل‪( :‬زاا ورکه شې)! ژوند روان و‪ ،‬ښوونځی مو ختم کړ‪ ،‬زه پنځم نمره او هغه اول نمره فارغه شوه‪ .‬د طب پوهنځی مو پیل کړ‪،‬‬
‫هغې ته د هند بورس هم مالو شو؛ خو ما سره د ملګرتیا په خاطر یې رد کړ‪ ،‬درسونه مو روان و‪ ،‬په طب پوهنځي کې هم اول نمره شوه‪.‬‬
‫دوه کاله مو یوځای درس ووایه‪ ،‬کله چې ‪ ۵‬سمستر پیل شو‪ ،‬ستا د مور (عایشې) د واده خبره پخه شوه‪ ،‬د هغې واده وشو‪ ،‬ستا نیکه (د پالر ــ‬
‫پالر) د باقي پوهنتون لوستلو اجازه ور نه کړه ؛ ځکه پښتو وه‪ ،‬ستاسو په خاندان کې یوه انجلۍ هم له مکتبه نه وه فارغه شوې؛ نو پوهنتون خو‬
‫ډیره لیرې خبره ده‪ .‬ما هم په مات زړه پوهنتون پای ته ورساوه‪ .‬له واده وروسته هم عایشې ته ورتلم‪ ،‬خبرې به مې ورسره کولې‪ ،‬د‬
‫خوشحالولو په پار به مې د هغې د ذه ن اړولو کوښښونه کول؛ خو ناکامه به راغلم‪ ،‬هغه به غمګینه ناسته وه؛ ځکه ستا د پالر (عظمت) واده‬
‫کول خوښ نه و؛ هغه په کوم شخصي بانک کې وظیفه لرله‪ ،‬په کومې انجلۍ مین شوی و‪ ،‬چې پوهنتون کې هم ورسره وه‪ ،‬پالر دې اسالم‬
‫اباد یونیورسټي کې اقتصاد لوسته‪ ،‬هغې انجلۍ هم هلته درس وایه او دواړه سره خواږه شوي وو‪ .‬د عایشې د واده دوه کاله پوره شول‪ ،‬ته هم‬
‫دې دنیا ته راغلې‪ ،‬د هغې ژوند لږ څه رنګین شو‪ ،‬د نیا او نیکه په غوسې‪ ،‬امر او زاریو دې د پالر هم عایشې ته لږ څه توجه زیاته شوه؛ خو‬
‫بیا یې هم ستا د میرنۍ مور مینه په زړه غالبه وه‪ .‬ستا د مور ژوند هغلته نور هم تریخ شو‪ ،‬کله چې ستا په ‪ ۴‬کلنۍ دې پالر بل واده وکړ‪ ،‬نو‬
‫د مور ژوند دې ال پسې سخت شو‪ ،‬میرنۍ مور دې په کار پوه ښځه ده؛ خو کبر او بې پروایي یې په رګ‪ ،‬رګ کې خپره شوې‪ .‬مور دې ډیره‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫حوصله لرله‪ ،‬که به لوږه وه او که تنده ژوند یې تیراوه‪ ،‬زه به ورتلم‪ ،‬تا سره به مو یوځای لوبې کولې‪ .‬د شمایلې پالر به ما سره ډیر ښه چلېده‬
‫او هر وخت به یې اجازه را کوله‪ ،‬چې عایشې ته ورشم او هغه خوشحاله وساتم‪ .‬یوه باراني ورځ کې د عادل د پیدا کېدو خبر هم راورسېده؛‬
‫خو له هغې ورځې ستا مور ته د زړه ناروغي ولګېده؛ ډاکټرانو ویل‪ ،‬چې عالج یې سخت دی‪ ،‬که رښتیا ووایم‪ ،‬پالر دې هم چندانې پاملرنه‬
‫ورته ونکړه؛ که نه بچ کېدلی شوه؛ خو خیر کله چې عادل پیدا شو‪ ،‬ستا د میرنې مور (میرې) چلند نور هم سخت شو‪ .‬بیا یې خبرې یو څه‬
‫بندې کړې‪ ،‬فکر کې الړه؛ تر ډیره غلې شوه او په ژړا شو؛ خو زویه! ستا مور مې د زړه له ناروغۍ و نه ژغورله‪ ،‬هغې زړه غورځولی و‪،‬‬
‫د زړه وژونکې ناروغۍ له مونږه د تل له پاره بیله کړه‪ ،‬د ځان په لوري یې اشاره وکړه او زیاته یې کړه‪ :‬هغه الړه او خپله د خور په شان‬
‫ملګرې یې د تل له پاره یوازې پرېښوده؛ خو بچیه ته راځه‪ ،‬ما ته ستا د مور مینه را کوه‪ ،‬زه ډیره ضعیفه شوې یم‪ .‬زما هم ټول ګریوان‬
‫اوښکو نیولی و‪ .‬قسم مې وکړ‪ ،‬چې زه به بیا کله هم خپل پالر او میرې ته مخور ښکاره نکړم‪ ،‬هغوی ته به داسې سزاورکوم‪ ،‬چې یاد یې‬
‫ولري؛ خو د میس شمایله مور راته وویل‪ :‬بچیه! زه درته یو څه امانتونه سپارم‪ ،‬ستا د مور نښې دي‪ ،‬هغه خو الړه او مونږ سره یې ټولې‬
‫رابطې ختمې شوې؛ خو زه اوس هم یوه یوه لمحه یاد ساتم‪ ،‬ته را پسې راځه‪ ،‬هغه د یو غټ هال په طرف الړه‪ ،‬زه همورپسې وم‪ ،‬شمایله‬
‫راسره وه‪ ،‬زړه مې سختو سلګو نیولی و‪ .‬بدن مې چیغه چیغه و‪ ،‬خپل پالر راته قاتل ښکاره شو‪ ،‬ډیر بداحساس مېکاوه‪ ،‬چې څنګه تنها او‬
‫یوازېتوب کې را لوی شوم‪ .‬مور مې هم په ماشومتوب کې پرېښودم‪ ،‬د عادل خوښ ساتل مې همد یو امانت او مسولیت په څیر پر سر و؛ خو‬
‫بیا به چې د خالهمینناکه پالنه را په زړه شوه؛ نو د زړه له تله به مېورته دعا وکړه‪ .‬په خپلې رضاعي مور (نرګس ترور) پسې شا ته روان‬
‫وم‪ ،‬هغې یو زوړ صندوق را اوچت کړ‪ ،‬یوه ټوټه یې په سر پرته وه‪ ،‬لرې یې کړه‪ ،‬یوه رنګینه کتابچه یې را واخیسته‪ ،‬چې پرې لیکل شوي‬
‫و‪( ،‬د ژوند چینه مې‪ ...‬د عایشه سمسور د ژوند لیک) د کتابچې په لیدلو سره مې په سترګوکې نیولې اوښکېوبهېدې‪ .‬نرګس ترور راباندې پوه‬
‫شوه‪ ،‬زما سر یې په خپلې غاړې پورې جوخت کړ‪ ،‬ښه شیبه یې بیا وژړل؛ خو میس شمایله ورتهغوسه شوه؛ حال دا چې خپله یې هم سلګۍ‬
‫وهلې‪.‬‬

‫خبره له ماښامامه تېره شوې وه‪ .‬د نرګس ترور خبرې ډیرې سپېڅلې وې‪ ،‬د خپلې مور ډیرې کیسې مې ترې واورېدې؛ خو زړه مې غمونو‬
‫را پړسولی و‪ ،‬دوی ډیر ټینګار وکړ‪ ،‬چې پاتې شم‪ ،‬د شمایلې له پالر سره به هم وګورم؛ خو زه که نور پاتې شوی وای؛ نو زړه مې چاوده‪.‬‬
‫له ډیر ټینګار وروسته وتوانېدم چې له هغوی والړ شم‪ ،‬د کور تر دروازې پورې شمایله او مور یې راسره وې‪ .‬زه ترې روان شوم؛ خو په‬
‫تګ تګ کې راته نرګس ترور وویل‪ :‬مور دې ویل‪ ،‬چې سمسور ته وایه‪ :‬له خپل پالر سره دې کله هم بده رویه ونکړې؛ هغه ډیر ښه سړی‬
‫دی؛ خو مجبور و‪ ،‬هیڅ ګرم نه دی!‬

‫زه له شمایلې دوی را روان شوم‪ ،‬په یو موټر کې د خالهتر کوره ورسېدم‪ ،‬کله چې کور ته ننوتلمجېب ته متوجه شوم؛ نو حیران شوم‪ ،‬جیب‬
‫مې چا را نه وهلی و‪ ،‬یوه روپۍ په کې نه وه پاتې‪ ،‬لوټ شوی وم‪ .‬دخاله د کور دروازه مې وډبوله‪ .‬له خالهپرته د کور نور ټول اهل ویده و‪.‬‬
‫خاله مې دروازې ته راغله لږ څه خبرې یې وکړې؛ خو راباندې پوه شوه‪ ،‬چې ستړی یم‪ ،‬ژر یې راته د ویده کېدو ځای وښوده او ډوډۍ یې‬
‫بلې خونې ته راوړه‪ .‬له ډوډۍ خوړولو وروسته ډیر ژر ویده شوم اوسهار وختي پاڅېدم‪ ،‬له لمانځه او تالوت وروسته د منډې وهلو په نېت‬
‫بهر را ووتلم‪ ،‬له کوره لږ څه لرې نه وم تللی‪ ،‬چې خپل پالر مې ولیده‪ ،‬هغه په موټر کې ناست و‪ ،‬ټوله کورنۍورسره وه‪ ،‬لږ څه سلو (په‬
‫قراره) روان شوم‪ ،‬هغه هم ولیدم؛ خو څه یې و نه ویل‪ ،‬ما هم خپل تګ ته دوامورکړ‪ ،‬ښار ته ووتلم او ارباب نیاز سټیډیم ته الړم‪ ،‬هلته مې له‬
‫حماد سره څه وخت تیر کړ‪ ،‬سبا نارې مې هم ورسره وکړ او بیا د پېښور جناح پارک ته ترې الړم‪ ،‬د ګلونو په منځ کې وګرځېدم‪ ،‬د یک‬
‫شنبې ورځ وه‪ ،‬د ښوونځیو رخصتي وه‪ ،‬ښه ډیر زده کوونکي پارک ته د تفریح له پاره راغلي و‪ ،‬ما هم د پارک په ښکالو کې ځانور ګډ کړ‪،‬‬
‫ښه پام مې ورسره غلط شو‪ ،‬وخت همداسې ژر ژر تېرېده‪ ،‬تر غرمې پارک کې وم‪ ،‬یوولس نیمې بجې را روان شوم‪ ،‬ناڅاپه مې ذهن ته‬
‫راغلل‪ ،‬چې پال ر سره مې موټر کې عادل ولې نه و‪ ،‬هغه سره خو ما یوازې میره مور او دری نور ماشومان ولیدل‪ ،‬عادل خو ما سره هم د‬
‫خاله کره نه و‪ ،‬راغلی؛ نو بیا ولې له دوی سره نه و؟‬

‫ژر خپل کور ته والړم‪ ،‬په کورکې درنه خاموشي وه‪ ،‬دروازه مې وډبوله‪ ،‬خو چا خالصه نه کړه‪ ،‬کور ته مې د اوښتلو سوچ وکړ؛ له دې‬
‫ویرې‪ ،‬چې څوک راباندې د غله ګمان ونکړي‪ ،‬بیرته له خپل هوډه واوښتم‪ .‬د ګاونډي کور ته ورغلم‪ ،‬ناره مې وکړه‪ :‬علي‪،‬وه علي‪ ،‬بهر را‬
‫ووځه‪ ،‬دروازه خالصه شوه‪ ،‬علي نه و‪ .‬دا د علي مشره خور وه‪ ،‬هغې وویل‪ :‬وایه که نه سمسوره! علي کور نشته‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬اندر پایه (زینه) لرئ؟‬

‫هغې وویل‪ :‬هو؛ میلمستون (میلمه خانه) یې خالصه کړه‪ ،‬هلته زینه ایښې وه‪ ،‬هغه مې را واخیسته‪ ،‬د کور دیوال ته مې کېښوده‪ ،‬الندې مې‬
‫ټوپ کړ‪ ،‬له ټوپ سره سم عادل هم سترګې را وغړولې‪ ،‬هغه په خاورو کې پروت و‪ ،‬خپل ماشومتوب یې را په زړه کړ‪ ،‬چې له مور به مې‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫خفه شوم‪ ،‬و به مې ژړل‪ ،‬سترګې به راباندې پټې شوې او یوه شېبه به مې په خاورو کې خوب وکړ‪ ،‬بیا به مې مور را اوچت کړم‪ ،‬له سینې‬
‫سره به یې جوخت ونیولم‪ ،‬ویل به یې‪ :‬ته خو زما زړه یې‪ ،‬ته زما ښایسته یې‪ ،‬راځه د هګیو پراټه درته پخه کړم‪ ،‬زه به یې پخال کړم‪.‬‬

‫عادل ته مې وکتل‪ ،‬را اوچت شو‪ ،‬زما په لوریې را منډې کړې او ما ته چې څنګه را نږدې شو‪ ،‬یو دم ودرېده‪ ،‬ویې ویل‪ :‬زه له تا خفه یم‪،‬‬
‫هغه بله ورځ دې هم نه پرېښودم او پرون هم‪ ،‬چې د خاله کره مې شپه وکړم‪ .‬نن پالر او میره رزیله الړل‪ ،‬پالر مې درلېږلم؛ خو هغې په‬
‫کورکې بندي کړم؛ ډیرې چیغې مې وکړې‪ ،‬خو چا هم دروازه خالصه نه کړه؛ رزیلې ویل‪ :‬زمونږ تر را تګه پورې دې کورکې وي‪.‬‬
‫عادل چې د دوهم ځل له پاره هم میره مور ته رزیله وویل‪ :‬په مخ مې څپېړه ورکړه‪.‬‬

‫هغه وژړل‪ :‬که شل څپیړې مې هم ووهې‪ ،‬رزیله به ورته وایم‪ ،‬ولې یې زه بندی کړم‪ ،‬زما هم زړه درد وکړ او په عادل هم سخت خفه شوم‪،‬‬
‫په خپلو کړو پښېمانه شوم او هغه مې له السه ونیو‪ ،‬کلکه غاړه مې ورکړه؛ ځکه د هغه له پاره اوس زه ورور هم وم او مور یې هم زه وم‪ ،‬ما‬
‫ته مې مور لهمرګ وړاندې ویلي و‪ ،‬چې هر وخت او هر ځای به د عادل ښه ساتنه کوې!د هغې خبرې له را یادېدو او د نرګس ترور له کیسو‬
‫سره مې له میرې مور سم زړه تور شو؛ له سترګو مې اوښکې الړې‪ ،‬عادل مې د مخ په یو او بل لوري ښکل کړ‪ .‬بیا مېورته ویل‪ ،‬چې راځه‬
‫یو څه پاخه کړو‪ .‬اشپز خانېته الړم‪.‬‬

‫څو شېبې وروسته علي دروازه وټکوله‪ ،‬حال احوال یې وپوښته‪،‬یه عمومي دروازې ور ووتلم اوټوله کیسه مې ورته وکړه‪ ،‬هغه ویل‪ :‬راځه‬
‫ډوډۍ راسره وخوره؛ خو ما ټینګار کاوه‪ ،‬چې ته باید ما سره ډوډۍ وخورې‪ ،‬ویې منله او د میلمستون دروازه مې ور خالصه کړه‪ ،‬د کور‬
‫عمومي ګیټ (دروازه) مې بېرته بنده کړه‪ .‬اشپز خانېته الړم‪ ،‬څو هګۍ‪ ،‬دوه پلي هوګه‪ ،‬لږ څه رومیان او نیمه پوخته قیمه شوې غوښه مې له‬
‫فریج (یخچال) څخه را واخیستل‪ ،‬ګیس مې ولګاوه‪ ،‬غوړي مې سره کړل‪ ،‬چې ناڅاپه مې تر شا د پښو ښکالو شوه‪ ،‬دا د علي خور (ناز) وه‪،‬‬
‫ما وویل‪ :‬ناز ته‪ ،‬هغه په خولې الس کېښود‪ ،‬بیا یې وخندل‪ ،‬ښه اشپز یې ټول غوړي دې وسوځول‪ ،‬خندا یې اوږده کړه‪ ،‬له ما یې وغوښتل‪،‬‬
‫چې میلمستون کې له علي سره کېنم‪ ،‬زه به درته خوراک تیار کړم‪ .‬ما نه کړه؛ خو هغه هم منونکې نه وه‪ ،‬اخیر یې څمڅۍ (لویه کاشوغه) را‬
‫وا خیسته او ویې ویل‪ :‬که روان نشوې؛ بېشکه چې وهم دې‪ ،‬شابه تښته؛ دا ستاسو کار نه دی‪ ،‬اخلی پخلی ښځې کوي؛ نه نران‪.‬‬

‫زه هم روان شوم‪ ،‬میلمه خانې ته الړم‪ ،‬عادل چې خالي الس ولیدم‪ ،‬ویې ویل‪ :‬خوراک (ډوډۍ) چیرې‪.‬‬

‫ما ویل‪ :‬هغه؛ هغه‪ ...‬خوله مې بنده‪ ،‬بنده کېدله‪ ،‬چې علي وویل‪ :‬هغه ناز پخوي ماورته ویلي‪ ،‬زه پوهېدم چې تاسې به ستړي یئ؛ نو ځکه مې‬
‫ناز ته وویل‪ ،‬چې د سمسور پر ځای ته خوراک برابر کړه‪.‬‬

‫عادل ناڅاپه زما له خوا په علي پسې ور ودانګل‪ ،‬دوکه بازه تا خو ویل‪ ،‬چې کورکې مې کار دی اؤ ته د دې له پاره تللی وې‪ ،‬چې ناز را‬
‫خبره کړې‪ .‬د علي او عادل خبرې او شخړه جاري وه‪،‬چې ناز ډوډۍ را تیاره کړه‪ .‬مونږ ډوډۍ ته کېناستو‪ ،‬ناز ته مې د پښتو له مخې ست هم‬
‫نشو کولی؛ ځکه انجلۍ وه او چوپ هم نشوم پاتې کېدی؛ خو ښه و‪ ،‬عادل ورته ست وکړ‪ ،‬هغې وخندل او د نه په ویلو خپل کور ته الړه‪.‬‬

‫مونږ ډوډۍ وخوړه‪ ،‬کور مو بند کړ او علي سره مې د ډیر وخت له پاره خدای پاماني وکړه‪.‬‬

‫ورته ومې ویل‪ ،‬چې یو څو ورځې دلته یم او بیا جالل اباد ته ځم‪ ،‬هغه ډیر ټنګار وکړچې‪ :‬باید الړ نشم؛ خو زما تګ ضروریو؛ خپله‬
‫راتلونکېراته اندېښمنونکې ښکارېده‪ ،‬پوهېدم چې د وطن ځمکه‪ ،‬جایداد او هر څه په غرقېدو دي‪ ،‬پالر مې دلته مصروف و او هلته مو څو بې‬
‫ناموسه کلیوالو ټولې ځمکې ضبط کړې وې‪ .‬خبر شوم‪ ،‬چې د ګل علي په نوم کوم شاړي زمونږ له شل جریبه ځمکې څخه چې د ظاهر شاه په‬
‫وخت کې را کړل شوې وه‪ .‬یولس جریب غصب کړې‪ .‬ټولو خلکو د هغه مخالفت کاوه؛ مګر ده په حکومت کې کلکه واسطه درلوده؛ نو ځکه‬
‫ورته هیچا څه نشو ویلی‪.‬‬

‫زمونږ مشرانو ویل‪ ،‬چې مونږ په اصل کې د لوګر والیت کوچیان یو‪ ،‬اوس هم ځینې نیږدې خپل او پخواني سپینږیري راته د لوګر کوچیان‬
‫وایي او په خوښۍ ولسوالۍ کې مو هم ځمکه‪ ،‬جایداد‪ ،‬باغونه او پټي شته‪ ،‬کوچیان به په اوړي کې د لوګر ایلبندونو ته تلل او په ژمي کې به‬
‫ننګرهار او پاتې یې پېښور ته تلل‪ ،‬زمونږ نیکونو په دې وروستیو کې د کابل په سروبي کې میشتېدل پیل کړي و؛ هلته د رمو له پاره اوبه‬
‫ډیرې وې‪ .‬دوی هلته کروندې وکړې‪ ،‬له کوچیاني ژوند نه لږ‪ ،‬لږ کلیوالي ژوند ته را واوښتل‪ .‬یو کال سخت بارانونه د دې المل شو‪ ،‬چې د‬
‫کوچیانو مالونه‪ ،‬ایلبندونه‪ ،‬کیږدۍ او د کلیوالو ټول کورونه د سیالب په خونکاره لړۍ کې له منځه الړ شي‪ ،‬دغو سیالبونو زمونږ یوازینی تره‬
‫چې په هغه وخت کې هلک و‪ ،‬وژلی و‪ ،‬کله چې کوچ یانو خپله ستونزه له حکومت سره شریکه کړه‪ ،‬د وخت باچا ظاهر شاه ورته ځمکې‬
‫ورکړې‪ ،‬چې ځینې یې په لغمان او پاتې یې په ننګرهار کې شوې‪ .‬زمونږ نیکونه هم ننګرهار ته راغلل او ورو ورو یې کوچیانی ژوند‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫پرېښود‪ ،‬هلته یې خپلې پریمانه ځمکې وکرلې او کلیوال ژوند یې پیل کړ‪ ،‬له هغې ورځ ډیری خلک مونږ ته ننګرهاریان وایي او نه مني‪ ،‬چې‬
‫مونږ لوګریان او کوچیان یو‪.‬‬

‫راتلونکې ورځ مې د تګ نیت وکړ‪ ،‬سامان مې برابر او خاله هم خبره کړه؛ خ و هر څه راته ګډوډ او ناسم ښکارېدل؛ نه پوهېدم دا هر څه‬
‫چې زه کوم ښه کوم او که بد؟ حیران وم‪ ،‬چې له کومه سره او څنګه یې پیل کړم؛ خو خیر سهار شو‪ ،‬له ‪ ۷‬بجووړاندې‪ ،‬سدرا هم زمونږ د‬
‫خاله کره راغله یو ډبی یې را کړ‪ ،‬ورو یې خوله زما غوږ ته را نږدې کړه او په زړه را ښکوونکي غږ سره یې وویل‪giftits your :‬‬
‫‪birthday‬‬

‫له سدرا مې مننه وکړه‪ ،‬بیرته مې په غوږ کېورته وویل‪ :‬زما کلیزه درته څنګه یاده وه؟‬

‫خندا یې وکړه او خپل کور ته روانه شوه‪ .‬له خندا یې پوه شوم چې زړه یې وایي‪ :‬د خپل جانان له خوښي به ولې نه یم خبره‪ ،‬خو کاش چې‬
‫جانان لږ په ما خبر وای‪.‬‬

‫زه هم بهر ووتم؛ په ځینو یاداشتونو مې ګوتې ووهلې‪ ،‬بېګ کې مې واچول؛ یو څو انځورونه‪ ،‬لیکونه‪ ،‬د ملګرو ډالۍ او یادګارونه مې هم را‬
‫واخیستل او د تفریح په خاطر له نصیر سره په ټول پېښور ښار کې وګرځېدم؛ هغه مې هم حیران کړی و‪ ،‬چې په دې هلک څه شوي؛ ځکه‬
‫ټ وله ورځ مې د پېښور په کتابخانو کې وګرځاوه؛ (افغان مطبعه‪ ،‬د وحدت اخبار مرکز‪ ،‬د دانش خپرندویې ټولنې څانګه‪ ،‬ایجنسي بوک سنټر‬
‫او ډیرې نورې خپرندویې ټولنې مې پرې وکتلې‪ .‬په بورډ بازار کې مې اچار او د پېښور په مین بازار کې د ځان له پاره بوټونه‪ ،‬جاکټ‪،‬‬
‫جرابې‪ ،‬شرټ او جینز وپېرل؛ له نصیره پټ مې یو هار هم د سدرا له پاره واخیسته او ماښام ناوخته کورونو ته راغلو‪.‬‬

‫د ورځې لمن ټوله او شپه هم د سهار لمر ختمه کړه؛ په بله ورځ سهار وختي پاسېدم؛ له عادل‪ ،‬سدرا او نورو ملګرو پټ د خالهپه اجازه د‬
‫پېښور نوې اډې ته ووتلم‪ .‬په موټر کې کېناستم په رینګ روډ را تاو او د خیبر په دروازه ایجنسیانو ته ور داخل شو؛ په ټوله الره غلی ناست‬
‫وم؛ خو د خړو غرونو په منځ منځ کې د ګورګورو لنډو‪ ،‬لنډو ونو دا ټپه را یادوله‪:‬‬

‫خدایه ګور ګورې تورې نکړې‬

‫جنکۍ سرې شونډې وروړي تورېراوړینه‬

‫کله چې په خیبر دروازه اوښتلو؛ د زړه خیالي دنیا ته مې نه پوهېږم؟ ولې غټ کلپ ولوېده او په سترګو مې تیاره خوره شوه‪ .‬د خیبر درې په‬
‫را یادېدلو سره مې بېګ ته الس کړ؛ د ناول لیونۍ مینې اړ کړم؛ چې د مصطفی سالک ناول «پاتې شه باران دی» وګورم‪ .‬له سره مې پیل‬
‫کړ‪ ،‬د کیسې پیل دومره خوند را کړ‪ ،‬چې څه ووایم‪ .‬په فکرونو کې به یې کړم‪ .‬ناول مې تر ‪ ۴۰‬مخونو ورساوه؛ د پېښورــ تورخم په ورانې‬
‫ویجاړې الرې‪ ،‬د الرې په بندېدو او د ملیشه ځواکونو په چیغو اوسرو هم نه وم پوه شوی؛ کله به له سدرا سره یوځای د سپین غره په لمن کې‬
‫ناست وم؛ کله به مې د سوات د جنتي چین و اوبه څښلې او سدرا به د دوو نښترونو په منځ کې ټالونه خوړل‪ .‬بیا به د پېښور په بیروبار کې‬
‫ورک شوم‪ .‬د خپل سیالني طبیعت له مخې به باالحصار ته ختلی وم او د برم لرونکي شاه (احمد شاه بابا) د زوی او نوموړي کارنامې به مې‬
‫کتلې؛ خو ال به په دې ننداره نه وم موړ شوی؛ چې د خیال ښاپېرۍ به د خیبر خړو درو ته را وستم‪ .‬سدرا به سره له دې چې ښاري انجلۍ‬
‫وه؛ ګورګورې خوړلې‪ .‬سرې نرۍ شونډې به یې تورې شوې او زه به له خنداورته شین وم‪.‬‬

‫زه ال د خپلو خیالونو په ګردابونو کې وم‪ ،‬چې د تورخم اډې ته ور ښکته شو‪ .‬په هغه وخت کې د تورخم بندر داسې نه و؛ لکه نن چې دی‪.‬‬
‫یوازې یو ځنځیر او په دواړو غاړو یې د تاالشۍ اخیستلو دوه الرې وې‪ .‬له پولې واوښتم‪ ،‬دوو عسکرو تاالشي کړم او ورو یې راته وویل‪:‬‬
‫خپل کور ته پخیر راغلې‪ .‬ما وخندل او د کابلــ جالل اباد د موټرو اډې ته ورغلم‪ .‬د جالل اباد په موټر کې کېناستم‪ .‬د موټر ډکېدو هم ډیر‬
‫وخت و نه نیو‪« .‬ما ته پاتې شه باران دی» نیمګړی ناولرا یاد شو؛ د ناولونو لیونۍ مینې او تلوسې دې ته پرېنښودم‪ ،‬چې دغه کتاب په برخو‬
‫برخو او څو ورځو کې ولولم‪ .‬دا چې څنګه له تورخمه تر جالل اباد ښار پورېرا رسېدلی وم‪ .‬هیڅ پرې نه یم پوه شوی‪ .‬په جالل اباد ښار کې‬
‫ښکته او په موټر کې له یو بل هلک سره د خپلو مېنو (د بهسود ولسوالۍ سراچې) کلي په لوري را روان شوم‪ .‬د ننګرهار سرکونه ډیر ښوی‪،‬‬
‫په رنګ کې خړ او پراخ و‪ .‬په یو سرک دوه لینه موټرې چلېدې‪ ،‬د سرکونو دواړو غاړو ته دنګې دنګې ونې وې‪ ،‬چې اکثره یې چنارونه‪،‬‬
‫الچي (بلېټس)‪ ،‬صبر ونې‪،‬غزونه او کم‪ ،‬کم نښترونه وو‪ .‬نږدې اولرې شنې کروندې هم تر سترګو کېدې‪ ،‬چې په خوا کې یې له کابل سینده د‬
‫را جال شوي نهر شنې ویالې اورڼې اوبه بهېدې‪ .‬په ځینو ځایونو کې ترې خلکو د ځان له پاره برېښنا هم جوړه کړې وه او واړه بندونه(برېښنا‬
‫کوټونه) یې پرې نصب کړي وو ‪ .‬زه سراچې ته مازدیګر ناوخته ورسېدم‪ .‬هر څه راته نا اشنا و‪ .‬د کلي خلکو به چې ولیدم؛ هر یو راته برګ‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫برګ کتل‪ .‬کله چې د سراچې کلي په کوچني بازار کې ښکته شوم‪ .‬په پوښتنه پوښتنه مې د خپلو دریو ماماګانو (د ملک بهادر خان‪ ،‬دالور خان‬
‫او انار خان) کور ونه پیدا کړل‪ .‬عجیبه یې دا چې څنګه مې د خپل ماما کور دروازه ټک ټک کړه؛ هغه هلک را ووت‪ ،‬چې شیبه وړاندې یې‬
‫په جیب کې ماتې روپۍ (لسګون او شل ګون) نه وو او ما یې کرایه پرې کړې وه؟ هلک وموسل او بیا یې وویل‪ :‬وبښه زه بیرته راځم؛ ستا‬
‫کرایه مې هیره نه وه؛ له کوره مې ماتې روپۍ راوړې؛ ما سره زرګون وو‪.‬‬

‫ما وخندل او ومې ویل‪ :‬دا د ملک بهادر خان کور دی‪.‬‬

‫هلک وویل‪ :‬هو! ولې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬زه د عایشې ترور زوی یم‪.‬‬

‫هغه لومړی یو څه حیران شو‪ ،‬بیا یې کلکه غېږه راکړه‪ .‬یوې کوچنۍ ماشومې ته یې غږ کړل‪ :‬ښایستو ! وه ښایستو!ورسره ادې او اغا ته غږ‬
‫کړه‪ .‬چې خوریي یې راغلی دی‪ .‬خاله او ماما مې راغلل؛ بس ښه راسره جار وتل (د خوشحالۍ اوښکې یې توی کړې) خاله مې ویل‪ ،‬چې‪:‬‬
‫لوی سړی در نه جوړ شوی دی؛ پېژندل کېږې هم نه!‬

‫ومې خندل‪ ۵ :‬کاله تیر شول خاله چې ما او تا سره لیدلي و؛ د مور د مړینې په ورځ ته هند ته د درملنې په موخه تللې وې‪.‬‬

‫هغې د مور د مړینې په خبرې سره وژړل؛ کړه یې‪ :‬عاشو (عایشې) یوازې پرېښودم؛ وار خو زما وه؛ مخکې هغه شوه‪.‬‬

‫ما ځان ټینګ کړ؛ څو کمزوری نشم؛ هغه مې دالسه کړه‪ .‬ماما مې مخکې او خاله ورپسې وه؛ زه یې میلمستون ته ننویستلم‪.‬‬

‫وار له واره مې ترې وپوښتل‪ :‬خاله جان! وبښه خو د دې زوی نوم مې دې زده نکړ‪.‬‬

‫ویې ویل‪:‬سعید دی؛ دی هم ما سره هند ته تللی و؛ په وروستي ځل دې ‪ ۲۰۰۰‬م کال کې لیدلی و‪ ،‬که یاد دي شي زړه یې سوری و؛ پالر‬
‫یې پېښور ته ستاسې کره هم له ځانه سره در وستی و‪.‬‬

‫ــ ښا؛ ښا‪ ...‬نه وهللا زما یقین نه شي‪ ،‬چې دا دې هغه چوری او وچ کلک سعید وي اوس خو نامې خدا له ما دوه چنده چاغ شوی دی‪.‬‬

‫مور یې وخندل‪.‬‬

‫د کور ټول وګړیراباندې راغونډ شول‪ ،‬ټولو د پېښور د حاالتو پوښتنه کوله‪ ،‬له کوچني وروره تر میرې‪ ،‬پالره‪ ،‬میرنیوروڼو او خویندو‬
‫پورې‪ ،‬د فاطمه خالهپوښتنه یې هم رانه وکړه؛ د ټولو حال احوال مې ورکړ او بیا مې له دوی څخه پوښتنې شروع کړې‪ .‬په پوښتنو پوښتنو‬
‫کې د ماسخوتن اذان وشو؛ له لمانځه وروسته مو ډوډۍ وخوړه او بیا ویده شو‪ ۳ .‬شپې مې مسلسل د ملک بهادر‪ ،‬دوه د دالور خان او څلور‬
‫شپې مې د انار خان ماما کورکې تیرې کړې؛ هر ماما مې له زړه نه میلمه پالنه وکړه او یوه هم د بل کور ته د شپې کره نه پرېښودم؛ ټولو به‬
‫غوښتل‪ ،‬چې د دوی کره ډیر پاتې شم؛ خو ما هم خپلې طبعې ته کتل‪ .‬په تېرو ‪ ۹‬ورځو کې مې د مشر ماما (ملک بهادر خان) له زوی سعید‬
‫سره ښه ملګرتیا پیدا شوه؛ د یو بل تر خوا مو ناسته پاسته وه‪ ،‬لوبې‪ ،‬چکر‪ ،‬خوراک او څښاک مو یوځای و ان تر دې چې یوځای ویده کېدو‪،‬‬
‫پاڅېدو‪ .‬یوه منډه مې تر کابله وکړه او د مکتب اسناد مې هم د عامو خلکو په اصطالح له پېښوري (تعلیمي سیستم) نه (افغاني سیستم) ته را‬
‫بدل کړل‪ .‬هر څه مې د پالن مطابق روان کړي و؛ ماماګانو مې د ځمکې په را خپلولو کېراسره ډیره مرسته وکړه‪ .‬د مارشل ارټ په یو کلب‬
‫کې مې داخله وکړه؛ تر څنګ مې د انګلیسي او دري ژبې‪ ،‬ریاضي او کمپیوټر کورسونه هم پیل کړل‪ .‬د شمایلې خور پیسې راته اخیر په کار‬
‫راغلې‪.‬‬

‫ال مې نیمه میاشت نه وه پوره چې یوه ورځ په کلي کې د پولیو واکسینو له پاره د نویو رضاکارانو اوسوپروایزر ټاکنه پیل شوه؛ ما هم‬
‫امتحانورکړ او دا چې پېښورکې له دې کارونو سره یو څه بلد هم وم؛ نو سوپروایزر شوم‪ ،‬دا به نه وایم‪ ،‬چې سوپروایزري ټول زما لیاقت و؛‬
‫د ملک بهادر ماما زور او واسطو هم کارورکړ‪ .‬دا چې کار مې پیل کړ؛ نو خوراخوښ وم‪ ،‬یوه میاشت تېره شوه او د پولیو د (‪ opv‬او ‪)ipv‬‬
‫دوه کمپاینونه مو کړل‪ .‬د نوې میاشت په پیل کې د شري (‪ )measles‬کمپاین راغیورپسې مو د کورونو نوې ثبتونه (‪ )micro planing‬هم‬
‫ترسره کړ‪ .‬خوراسختې ورځې وې؛ خو ډیر ژرورسره بلد شوم؛ ښه دوستان مې په کې پیدا کړل اوبوخت یې وساتلم‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دوه میاشتې وروسته مې په ‪ ۱۱‬صنف کې داخله وکړه؛ د پېښور د ښوونځیو اولېسو برخالف له داخلې یوه میاشت وروسته ایله درسونه پیل‬
‫شول؛ ښوونځي ته تګ مې پیل کړ؛ په کلي کې هم د واکسینو په برکت کوڅه په کوڅه بلد شوم‪ .‬یوه ورځ مې له ماماګانو اجازه وغوښتله؛ څو‬
‫ښار کې اطاق ونیسم؛ سهار به ښوونځي ته راځم؛ ماسپښین به د دوی لور ته هم ور چکر کېږم او تر ماخوستن ‪ ۸‬بجو پورې به ښار کې‬
‫کورسونو او کلب ته ځم؛ خو هغوی په ډیر خفګان سره دغه پرېکړه رد کړه او زه یې مجبورکړم‪ ،‬چې د دوی په کورکې پاتې شم‪ .‬د ځمکې‬
‫کارونه او کاغذونه‪ ،‬ګ واهان اورسیدونه مې هم را سم کړل؛ د یوې اونۍ دننه مو ټوله ځمکه تصفیه شوه او بیرته زمونږ په نوم شوه که څه هم‬
‫شاړي غاصب (ګل علي) تر لوړ پوړو دولتي چارواکو خبره ورسوله‪ ،‬هر لور ته یې پیسې باد‪ ،‬باد کړې؛ مګر د ماماګانو د زیات زیار له‬
‫امله مې ځمکه را خپله کړه‪ .‬ما هم د واکسینو د ‪ ۴‬کمپاینونو‪ ،‬کورس کې د (‪ )teaching‬او ځینو نورو درکونو پیسې په ځمکې ولګولې‪ ،‬د‬
‫چاردیوالي وس مې نه کېده؛ نو د دیوالونو په امتداد مې له ‪ ۱۰‬جریبه ځمکې چارچاپیره الچیان (بلېټس) تاو کړل؛ په هغه وخت کې د یو‬
‫کوچني الچي بوټي بیعه دری کلدارېوه چې اوبه کول یې زما د دوه درجنه ماما زامنو په غاړه و؛ هغوی ټوله ورځ هلته لوبې او مستي کولې‪.‬‬

‫ورځې او شپې تېرېدلې؛ چهارنیمه امتحان ته یوازې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې وې؛ لومړنی امتحان مې چې ورکړ؛ استاذ زما په مخکې‬
‫پوره ‪ ۴۰‬نمرې را کړې؛ هغه ویل‪ :‬ستا غوندې خط وهللا که میرزایان هم ولیکي‪ .‬حیران شوم چې دلته د تکړه توب معیار خط دی اوسواد په‬
‫نظر کې نه نیول کیږي‪.‬‬

‫امتحانونه ختم شول؛ دلته مې هم لومړۍ درجه خپله کړه؛ هوا سړه شوې وه؛ د ځمکې الچیانوهم ښه حاصل کړی و‪ .‬زما ‪ ۶‬میاشتني کورسونه‬
‫او مارشل ارټ هم په ختمېدو و او په ښار کې مې د نوې داخلې تابیا نیوله‪ .‬په دې کې سالنه امتحانونه هم ختم شول او د نوي کال رخصتۍ‬
‫راغلې؛ د رخصتیو پر مهال مې د لس جریبه ځمکې په یوه څنډه کې د ماما کورونو ته لنډ په کور کار پیل وکړ؛ سنګ کاري مو ووهله‪،‬‬
‫چاردیوالي هم ډیر ژر پای ته ورسېده او د دوو کوټو نقشې مو واچ ولې؛ خو پیسو یاري نه کوله او د دولسم صنف درسونه هم پیل شوي وو‪،‬‬
‫کار په نیمایي کې پاتې شو‪.‬‬

‫درسونه ښه تېز روان و‪ ،‬زما د مارشل ارټ هم کال پوره شو او له پېښوره د پیل کړي ‪ ۳‬کلن مارشل ارټ کورس خاتمه مې په بریا سره‬
‫وکړه‪ ،‬د انګلش د دوه کلنې ډیپلومې اخیستلو په خاطر مې په یو نوي کورس کې داخله وکړه او (ډي ایل) پروګرام مې هم په ‪ ۱۰‬میاشتو کې‬
‫ختم کړ‪.‬‬

‫دوه کاله تېر شول‪ .‬د دوسم ټولګي ساالنه ازموینو ته یوه میاشت پاتې وه‪ ،‬چې یوه ورځ مازدیګر مهال کور‪ ،‬کلی‪ ،‬یاران‪ ،‬ورور او که‬
‫رښتیا ووایم سدرا ډېر زیات را یادېدل؛ ښه خفه وم؛ خو ما باید دا هر څه زغملي وای‪ .‬د ماما زوی مې (سعید) راباندې پوه شو‪ ،‬ویل یې‪ :‬د دو‬
‫سرکې بازار ته وځو؟ورسره هو مې کړه‪.‬بازار ته الړو؛ ښه ګڼه ګوڼه په کې وه؛ د مکتبونو رخصتۍ وې او دا چې د جمعې ماښام و؛‬
‫ماشومان له مدرسو هم رخصت شوي وو‪ .‬په بازار کې راکړه ورکړه له عادي حالته زیاته روانه وه‪ ،‬ما هم له یو کراچۍ وان څخه ایسکریم‬
‫واخیسته او له جیبه مې پیسېورتهرا ویستلې‪ ،‬چې یو ناڅاپه غړز (غړنګ) شو؛ ایسکریم مې له السه ولوېده‪ ،‬سر مې راباندې تاو شو‪ ،‬چیغې‬
‫کوکارې شوې‪ ،‬چا وویل‪ :‬اخ‪ ،‬ماین چاودنه وه‪ ،‬هر چا په یو او بل لور منډې وهلې؛ د دوکانونو په منځ کې دوړې ختلې؛ زه هم را سم شوم؛‬
‫خوپه یو داسې حالت کې را ګیر وم‪ ،‬چې کله مې هم نه و لیدلی؛ ما په ټول ژوند کې یواځې یو ځل د ماین چاودنې اواز له ‪ ۳‬نیم کیلومتره لرې‬
‫اورېدلی و؛ حال دا چې اوسنۍ فاصله مو ‪ ۸۰‬یا ‪ ۹۰‬متره وه‪.‬‬

‫‪۳۰‬ــ ‪ ۳۵‬تنه د ټپیانو او مړیو په انتقال لګیا وه‪ ،‬دریو کسانو خپلې ټیکسي موټرې چې ښار ته به یې سورلۍ په کې بیولې؛ راوستلې او ټپیان‬
‫یې انتقال کړل‪ ،‬له شاوخوا نه ښځې او ماشومان هم راغلل‪ ،‬د یوې ډلې ښځو بدې چیغې پورته شوې‪ ،‬د دوو تنو مړیو جسدونه په وینو لړلي او‬
‫تک سره وو‪ ۵ .‬تنه ټپیان مې هم ولیدل‪ ،‬چې دوه یې بې هوښه او ‪ ۳‬په هوښ و‪ ،‬عجیبه چیغې یې ختلې؛ د یو الس او د دوو (یوه او دوه پښې)‬
‫نه وې؛ د څلورم غوږ او تشی زخمي و او پنځم د سینې چپ اړخ ته لږېدلی و او نور د مرګ په لور روان و؛ معلومه نه ده‪ ،‬چې تر روغتون‬
‫پورې به ژوندی رسېدلی وي او که نه؟‬

‫کل ه چېوضعه لږ څه را سمه شوه دوکاندارانو دوکانونه بندول او خلک د پېښې له ځایه په وتلو و؛ ځینې چې را ګیر و او خپل کار یې ژر نشو‬
‫را غونډولی؛ نو سره را ټول شول او ویل یې‪ :‬که امنیتي ځواکونه ترې پوښتنې او ګرویږنې کوي؛ دوی به یو شان ځواب ورکوي او ډیر څه‬
‫به نه وایي؛ ځکه مشکلورته جوړیږي‪.‬‬

‫‪ ۱۵‬دقیقې چې تېرې شوې امنیتي ځواکونه د څېړنې له ټیمونو سره یوځای سیمې ته راورسېدل؛ عجیبه وه؛ دا ځل یې لږ څه تادي (چست‬
‫والی) کړی وو‪ .‬د پېښې ځای یې محاصره او ټول کسان یې را ټول کړل‪ .‬د څېړونکي ټیم مشر (جنرال یا هم قوماندان) هغې خونې ته را‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ننوت‪ ،‬چې خلک یې په کې را ټول کړي و؛ د ده په الس کې تور خودکار قلم؛ تخته بورډ او ترې الندې یو سپین کاغذ و؛ بسم هللا یې پیل کړه‬
‫او ویې ویل‪ :‬تاسې ټول په مشکوکو کسانو کې یاست؛ د ټولو رنګ وتښتېده؛ بیا قوماندان را مخکې شو؛ یو تن چې سر یې کوږ کړی و او پس‬
‫پسکی یې کاوه؛ په دې څټ کې عسکري څپېړه وواهه؛ورپسې یې خپل پوځي بوټ هم د یاد (الال) تن په تشیور برابر کړ؛ له ټولو یې پوښتنې‬
‫کولې؛ خو ټولو په یوه خوله ویل‪ :‬مونږ د دې سیمې اوسیدونکي یو؛ په هیڅ هم نه یو خبر‪.‬‬

‫بیا یې ما ته ګوته ونیوله؛ وایه ځوانه دا برید کوم کس کړی؛ ومې ویل‪ :‬بمي چاودنه وه؛ ریموټ کنټرول باندې شوې؛ چا په ماشینې یا را کټ‬
‫النچر نه دی کړی‪ ،‬چې زه یې کس وپېژنم او که چا لیدلی هم وي؛ نو تاسې له پېښې ‪ ۱۵‬دقیقې وروستهراغلي یاست؛ په دومره وخت کې خو‬
‫په اسانۍ سره له سیمې تښتېدلیشو‪ .‬قوماندان لږ څه تروش شو؛ خو بیرته یې تندی عادي کړ‪ .‬تقریبا ً ‪ ۴۵‬دقیقې یې همداسې کېنولي وو‪ ،‬دوی یو‬
‫رینجر او د څېړونکو یو ټیم په ټپیانو پسې ولېږه او د عدلي معاینې له پاره یې د مړیو جسدونو ته ایمبوالنس را وغوښته؛ له سیمې یې د‬
‫څیړنې له پاره یو شمېر مهم شیان له ځانه سره په رڼو خلتو (کڅوړو) کې واچول‪ .‬خلک یې پرېښودل؛ هر چا د خپل کار په لوري منډه کړه؛‬
‫ما خپل الس ته وکتل‪ ،‬چې وینې ترې تللې وې؛ ځکه ما ته هم کومه ټوټه را لوتې وه؛ خو د ماین چاودنې په ګنګس حالت کې راڅخه درد هېر‬
‫و‪ .‬قوماندان مې لیده‪ ،‬چې خپل موټر ته په ختلو و؛ور غږ مې کړل‪ :‬قوماندان صیب! دوه دقیقې خبرې درسره کولی شم! هغه ټکنی غوندې‬
‫شو؛ بیا یې د الس په اشارې ځان ته وغوښتلم؛ورغلم اولږ څه له رینجره سره لرې الړو (شاوخوا ‪ ۱۵‬قدمه) ومې ویل‪ :‬قوماندان صیب! زه د‬
‫برید پر مهال په همدې ځای کې وم؛ د څېړنې پر مهال تا ته هیچا هم سم ځواب نه وایه؛ هغوی ډارېدل‪ ،‬چې څه ستونزه ورته جوړه نشي؛ نو‬
‫که تاسې ورسره نرمه رویه اختیار کړئ کېدای شي یو څه خو درسره شریک کړي؛ که نور څه نه وي؛ په ډاډه زړه خو به رښتیا درته‬
‫ووایي؛ د ډار له درواغو به غوره وي‪.‬‬

‫قوماندان راته ځیر ځیر وکتل؛ بیا یې وویل‪ :‬سمه ده؛ مننه کوم؛ رب دې بل ځل داسې پېښه نه رامنځ ته کوي؛ که چیرې هم له ورته پېښې سره‬
‫مخ شوم؛ خلکو ته به ډاډورکړم‪.‬‬

‫ما هم مننه وکړه!‬

‫قوماندان یو څه وخندل اوراته کړه یې‪ :‬لومړی کس یې چې دومره په ډاډه زړه راسره خبرې کوې؛ که نه ما څخه خپل عسکر همویریږي‪.‬‬

‫ورځ تېره شوه؛ په څو کورونو کې چیغې او ژړاوې وې؛ سبا ته دوه جنازې دری شوې وې؛ ګمان کوم چې په سینه ټپ خوړونکی زخمي هم‬
‫وفات شوی و؛ د دغې وحشي پېښې ‪ ۶‬ورځې تېرې شوې‪ ،‬خو چا یې هم مسؤلیت وانخیست؛ د حکومت څېړنې هم سر وخوړ؛ د بلې جمعې په‬
‫سهار مړیو پسې جمعه ګي (په مړیو پسې د اونۍ د پوره کېدلو خیرات) وشو؛ مونږ هم په کې برخه درلودله‪ .‬زما د الس ټپ ښه او د بازار‬
‫دری ویجاړ شوي دوکانونونه بیرته رغېدلي وو‪.‬‬

‫د جمعې لمونځ اداء شو؛ بوډاګان په جوماتونو کې پاتې شول‪ ،‬د پاخه عمر کسانو خپل دوکانونه پرانیستل او ځوانان ټول د لوبو (زیاتره د‬
‫کرکیټ) په لوري وخوځېدل؛ کله چې د مازدیګر لمونځ وشو؛ بازار بیا له خلکو ډک شو؛ د خاله له زوی سره یوځای بازار ته ووتلم؛ په ګرمه‬
‫ګرمۍ کې مې د چیپسو الوګان او پیکوړې را واخیستلې؛ د خاله زوی مې را پورې خندل؛ خو ما په مزه مزه خوراک کاوه؛ ساعت ته مې‬
‫وکتل؛ د ماښام ‪ ۷‬بجې وې؛ د ماښام لمانځه ته یوازې ‪ ۱۵‬دقیقې پاتې وې؛ لمر په وروستیو سلګیو کې وو؛ له دوکانه پاڅېدم او د بیرته تګ‬
‫تابیا مې نیوله‪ ،‬چې یو ځل بیا غړنګ شو؛ له خولې مې کوکه وختله؛ ځای په ځای وغورځېدم؛ په پښه کې مې شدید درد احساس کړ؛ په اوږده‬
‫مې د پیکوړو جوشېدلي غوړي را توی شول؛ چیغه مې وختله؛ نور په ځان پوه نشوم؛ خو چې بیرته په هوښ کېدلم؛ اذانونه مې واورېدل؛ د‬
‫خاله زوی او ‪۴‬ــ ‪ ۵‬تنه مې سر ته ناست و؛ ډاکټر راباندې دوا وهله؛ په چپرکټ کې یې پړمخې غورځولی وم؛ چې کله یې راته په زخم‬
‫هایدروجنپر اوکسایډ او پایوډینوشیندل؛ له خوله مې بې اختیاره چیغه وختله؛ خو چې تر خوا مې خلک ولیدل؛ وشرمېدلم او پښتو ونیولم؛ خوله‬
‫مې کلکه کړه او ډاکټر راته له اوږې پټۍ تاوه کړه؛ د ماما زوی مې پیسې ورکړې او زه ژر پورته شوم؛ له هغه وړاندې وړاندې روان وم‪،‬‬
‫بیرته د پېښې ځای ته تللم؛ هغه ویل‪ :‬چیرته ځې؟‬

‫کړه مې‪ :‬د برید ځای ته!‬

‫په غوسه یې وویل‪ :‬لیونی شوی یې؟ هلته د نورو چاودنو خطر هم دی؛ تا نه دي لیدلي‪ ،‬چې د برید ځای کې د خلکو له را ټولېدلو وروسته بل‬
‫برید کیږي!‬

‫ــ سر مې وڅنډه‪ :‬په غم کې یې نه یم؛ ما ډیر خطرناک څه لیدلي؛ زه د لسګونو نورو کسانو ژوند ژغورلی شم؛ ته کور ته درځه زه درغلم‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫هغه هم راسره یوځای شو؛ خو زما له ډیر ټینګار وروسته کور ته الړ؛ تر څو خاله ورته تشویش ونکړي‪.‬‬

‫د پېښې ځای ته ورسېدم؛ قوماندان بیا راغلی و؛ بازار ټول محاصره (کالبند) وه؛ زه چې د کالبندۍ لور ته ور لنډ شوم؛ عسکر منعه کړم؛‬
‫ماورته وویل‪ :‬زه د برید په اړه په ډیرو شیانو پوهېږم؛ ما قوماندان ته ور پرېږده؛ هغه لومړی تاالشي کړم او بیا یې د درېشۍ له جیبه مخابره‬
‫راپورته کړه؛ خبرې یې وکړې او له مقابل لوري اجازه ورکړل شوه؛ کله چې د برید اصلي ځای ته ورسېدم؛ قوماندان ولیدم؛ کړه یې‪ :‬هلکه‬
‫ته؛‬

‫کړه مې‪ :‬هو؛ زه‬

‫ویې ویل‪ :‬د برید په اړه په څه پوهېږې؟ دا خلک خو بیا څه نه وایي‪ .‬یوازې یو دوو تنو وویل‪ ،‬چې په بازار کې یې له پرون راهیسې دری تنه‬
‫شکمن کسان لیدل‪.‬‬

‫ــ سم یې درته ویلي؛ زه هم له تېر برید وروسته ځیر شوی یم؛ څو ځایه مې یو شمېر کسان په بیال بیلو شکمنو کړنو لیدلی؛ د پولیسو شمېرې‬
‫ته مې زنګ هم وهلی؛ خو چا کوم عکس العمل نه دی ښودلی‪.‬‬

‫ــ ښا نو ژر ژر وایه؛ تا له برید وړاندې څه لیدلي؟‬

‫ــ په کوم دوکان کې مې چې پیکوړې اخیستلې؛ په څوکۍ ناست وم او پښې مې خورولې‪ ،‬چې ناڅاپه له یو کلک شي سره ولګېدلی؛ ما د‬
‫څوکۍ پرده پورته کړه؛ تر څو ور وګورم؛ خو د پیک وړو واال راباندې پام شو؛ چیغه یې کړه‪ :‬وه هلکه! ته دغلته څه کوېلرې شه له دې ځایه؛‬
‫پیکوړې یې راوړې؛ که څه هم ما پیکوړې خوړلې؛ خو زړه مې غم خوړ؛ ځیږ بیږ ناست وم‪ .‬د دوکاندار له دوو شاګردانو څخه مې یو شاګرد‬
‫ولید‪ ،‬چې دوکان ته مخامخ یې په ‪ ۵۰‬مترۍ کې څه کېښودل؛ دې بل شاګرد یې له څنګ دوکانه چې د لوبو وسایل یې خرڅول د خپلې هټۍ‬
‫پسخانې (پټې خونې) ته یو پالستیکي د لوبو غټ موټر او بل ریموټ ویوړ؛ ما چې د پس خانې شا ته په چل چل د پردې په سوري کې ور‬
‫وکتل؛ شاګرد په ریموټ کنټرول کې دوه مزي یوځای کول او بیټرۍ یې په کې کېښودې؛ زه وویرېدلم‪ ،‬چې ښایي نږدې شاوخوا کوم خطر‬
‫وي؛ کله چې را پاڅېدم؛ غړز شو؛ بم والوت؛ شاګرد ته مې چې ور وکتل د پیکوړو واال ته یې سترګه ووهله؛ ما چې منډه اخیستله؛ په نیت‬
‫مې پوی (پوه) شو او ایشیدلي غوړي یې راباندېرا وشیندل؛ خو زه تر ډیره بچ شوم؛ پرون مې هم یو تن (بې خونده څهره) لیده‪ ،‬چې تشې‬
‫متیازې یې کولې او له خولې یې غږ هم خوت‪.‬‬

‫قوماندان وویل‪ :‬په لومړي شک دې د پیکوړو واال را نیولی شو؛ خو دوهم شک کې ښایي سړي د متیازو پر مهال له ځان سره څه ویل‪ ،‬لکه‪:‬‬
‫سندره‪ ،‬زمزمه او یا ښایي لیونی و‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬د سندرې ویلو واال غوږ کې ګوشکې (ګوشي) نه ږدي او له تشو متیازو وروسته د پیکوړو واال ته د تورې کڅوړې ورکول هم بې‬
‫څه نه دي؟‬

‫قوماندان مخابرې ته الس کړ؛ څو تنه یې را وغوښتل؛ زه یې هم ځان سره رینجر ته پورته کړم؛ د پیکوړو واال د دوکان په لوري مو په یوه‬
‫منډه ځانورساوه؛ خو دوکان بند و؛ شاوخوا خلکو نه مو پوښتنه وکړه؛ مګر کومه مثبته نتیجه ترالسه نشوه؛ یوازې د دوکان څنګ ته پروت‬
‫چرسي وویل‪ ،‬چې‪ :‬هغه غریب په یو تور ماډرن کروزین کې الړ او شاګردان یې په کروال موټر کې وختل‪.‬‬

‫د لوري پوښتنه مو ترې وکړه؟‬

‫مګر هغه وویل‪ :‬پته نشته؛ زه مې په خپله نشه کې وم؛ هغوی موټر تاورا تاو که؛ کېدی شي؛ د سړک لور ته تللي وي‪.‬‬

‫قوماندان السي ګړۍ ته وکتل؛ ویې ویل‪ :‬د برید ‪ ۲۵‬دقیقې وتلې؛ هغه ښه په ارامۍ سره‪ ۱۵ ،۱۰‬کیلومتره فاصله طی کولی شي‪ .‬بدبختانه چې‬
‫له السه مو ووت؛ مونږ د برید ځای ته راغلو؛ دا ځل کېسه برعکس وه؛ په برید کې ‪ ۵‬تنه شهیدان شوي و او زما په ګډون ‪ ۳‬ټپیان حسابېدل؛‬
‫له رینجره ښکته شولو؛ قوماندان راته وویل‪ :‬ته تللی شې؛ خو مونږ به دلته هره ورځ د څار له پاره را ځو؛ ته په ځان پام کوه؛ په خطر کې‬
‫یې او که کېدلی شي؛ ژر تر ژره د اوسېدنې ځای ته تغیرورکړه؛ بیا یې وویل‪ :‬د موبایل شمېره دې راکړه؛ مونږ سره به په تماس کې یې؛‬
‫مونږ دواړو د موبایل شمېرې سره تبادله کړې او په خپلو خپلو الرو الړو؛ البته ما د سعید د موبایل شمېره ورکړه؛ ځکه خپله مې موبایل نه‬
‫درلوده‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د تیر په څیر له برید وروسته هوا بیا سړه شوې وه؛ شپه مې د ماما ګانو په کورونو کې ونکړه او د ماما له زوی سره یوځای د خپلو یتیمو‬
‫همصنفیانو (میرویس او خالد) دوی کره الړم‪ ،‬شپه مې د هغوی په حجره کې تېره کړه‪ ،‬خالد او میرویس د مرحوم عبدالقدیر زامن وو؛ له‬
‫پالره کوچني سن کې یتیمان پاتې شوي و؛ خو مشرانو وروڼو او کاکاګانو یې پرې پام کړی و او دواړه یې خوشحاله ساتل‪ .‬د میرویس له مشر‬
‫ورور او ترونو سره مې ولیدل؛ کله چې نیمه شپه شوه‪ ،‬له بنډارونو‪ ،‬چایو او ټوکو ټکالو وروسته په کټونو کې ویده شو‪ ،‬ما ته خوب نه راته؛‬
‫فکر مې ګډوډ و؛ له ځایه راپورته شوم؛ د (رات کي راني) ګل بوی مې طبعه جوړه کړه؛ د انګورو له یو تاک نه مې انګور را شکول‪ ،‬چې‬
‫شا ته مې د پښو اواز شو؛ میرویس و؛ ویې خندل‪ :‬هلکه څه درباندې شوي په دې نیمه شپه انګور خورې؟‬

‫ما وخندل او میرویس ته مې مخور واړاوه‪ :‬شپه یخه شوې‪ ،‬ستاسې د کور سړو اوبو کې چې انګور ومینځم او بیا یې وخورم؛ نو یقین سره‬
‫وایم‪ ،‬چې تر عمره‪ ،‬عمره به مې خوند په خوله کې پاتې وي‪ .‬شپه وه؛ سعید او خالد ویښول مو نه غوښتل؛ بیرته ویده شو؛ خو سترګې کله‬
‫پټېدلې؛ روښانه سپوږمۍ د اسمان منځ ته راغلې وه؛ ماخوستن چې سپوږمۍ له ختیځه راپورته کېدله؛ نو دوه ور نیږدي ستورې په لرې‬
‫فاصلې واقع و؛ خو اوس یې هغه هم خوا ته داسې راغلي و؛ ته وا‪ :‬دوه مینان دي‪ ،‬چې د نیمې شپې دا ستر مزل یې تیر کړ او اوس‪ ،‬اوس‬
‫وصل ته د رسېدلو وروستۍ هڅې کوي‪ .‬رنګا رنګ فکرونو اخیستی وم؛ تېرو دوو پېښو مې سوچ خراب کړی وو؛ په هر څه کې راته‬
‫الشونه او وینې ښکارېدلې؛ خو ملګرو به راته ویل‪ :‬ځان ورسره عادي کړه؛ دا وطن همداسې ویر ځپلی دی؛ هره ورځ په کې لسګونه مري‪،‬‬
‫همدومره ټپیان کیږي او بې شمېره یې تر نامعلومې نېټې پورې په ښکاره او پټو جیلونو کې شپې ورځې تېروي‪ ،‬چې وروسته یې یوازې د‬
‫هډوکو جسد ولیدل شي‪ ،‬چې په خاورو د اوښتلو لور ته مایل وي‪ .‬ما هم چې څومره کتل دلته د نورو ملکونو پر خالف ځوانان مري‬
‫اوبوډاګان یې ژړاګانو ته پاتې کیږي؛ حال دا چې په نورو هېوادونو کې بوډاګان مري او ځوانان د یو څه وخت له پاره ژړا اوبیا خپل د مزو‬
‫ژوند کوي‪ .‬یوازې په تېرو دوو جمعو (دوو ورځو) کې د ‪ ۱۴‬کورنیو میندې‪ ،‬پلرونه او اوالدونه په غم اخته شول‪ ،‬که سړی فکر ورته وکړي‬
‫او دا حادثاتي ډوله پېښې په ځان راوړي؛ نو یوازې په سوچ کولو به یې مال ماته او ذهن کار پریږدی؛ اصلیت کې خو ال پرېږده‪ ،‬چې سړی‬
‫تر کومې کچې زهیروي‪ .‬ټوله شپه سرګرداني اخیستی وم؛ زړه مې دا ډول سوچونو پړسولی و‪ .‬ناڅاپه مې ذهن ته راغلل‪ ،‬چې تیر برید کې‬
‫هم ‪ ۷‬تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او دې برید کې هم؛ بیا مې فکر وکړ‪ ،‬چې ما څو ځایه شکمن کسان ولیدل او شمېر یې څومره و؛ هغه هم ‪۷‬‬
‫ځایه او ‪ ۷‬تنه و‪.‬‬

‫دا چې صبح کاذب تېر و او د سهار اذانونه هم وشول؛ نو خپل موبایل ته مې الس کړ؛ د جنرال شمېره مې ډایل کړه؛ د بلې اواز راغی او‬
‫پوښتنه وشوه‪ :‬څوک؟‬

‫لنډ ځواب مې ورکړ‪ :‬سمسور‪.‬‬

‫ــ وبښئ؛ سم مې و نه پېژندئ؟‬

‫ــ پرون مو د برید په ځای کې سره لیدلي و‪.‬‬

‫ــ ښا‪ ...‬ښا‪ ...‬هغه سمسور یې؛ خیریت و؟ څه پېښه خو به نه وي رامنځ ته شوې‪.‬‬

‫ــ نه؛ جنرال صیب؛ څه پې ښه نشته؛ خیریت یې وګڼه؛ مګر ما د تېرو دوو پېښو څیړنه کړې؛ و به یې ګورې‪.‬‬

‫جنرال وخندل‪ :‬تا څېړنه کړې؟‬

‫په جدیت مې وویل‪ :‬هو؛ ما څېړنې کړې؛ ښایي دې کې د خندا څه نه وي؛ د عام ولس څېړنه له تاسې سره فرق کوي؛ ډیره به ساده وي؛‬
‫خو تر هفتو‪ ،‬میاشتو او کلونو یې نه اوږدوي‪.‬‬

‫جنرال زما د خبرو تریخوالی حس کړ او یو څه غلی شو؛ بیا یې وویل‪ :‬ما ته ایمیل ادرس ووایه؛ زه درته پته (ادرس) درلېږم؛ راشه‪.‬‬

‫ما د سعید ایمیل ورته ووایه؛ ځکه خپل ایمیل مې نه درلوده‪.‬‬

‫هغه راته پته را ولېږله‪.‬‬

‫په را کړل شوي ادرس الړم؛ یوه ماشومه را ووته؛ په وړه خوله یې وویل‪ :‬څوک مو پکار دي؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ما ورته وموسل‪ :‬د جنرال صیب غورځنګ کور دا دی؟‬

‫ــ هو‪.‬‬

‫ــ زه جنرال صیب ځان ته بللی یم؛ ته ور شه غږ ورته وکړه‪ ،‬چې سمسور راغلی دی‪.‬‬

‫ــ ښا‪.‬‬

‫ماشومه الړه او جنرال ت ه یې څو ځله غږونه وکړل؛ خپله بیرته راغله؛ تر شا مې د جنرال غږ هم واورېده‪ ،‬چې چا ته یې ویل‪ :‬ته بېغمه‬
‫اوسه؛ د هغه ځای امنیت نیول شوی دی‪ .‬ماشومه له دروازې راغله او د کور مخې ته په را شین شوي چمن کې د یوې سیمټي څوکۍ دپاسه‬
‫ودرېده‪ .‬جنرال دروازه خالصوله‪ ،‬چې شا ته دوه ډزه وشول‪ ،‬سر مې ښکته کړ او پریوتم‪ ،‬ماشومه هم ولوېده‪ ،‬جنرال بیرته دروازه بنده کړه؛‬
‫چې شا ته مې وکتل‪ ،‬دوه تنه له دوسیټه ډاټسن موټره را ښکته شول د ماشومې په لوري روان شول‪ .‬جنرال چې د دروازې له سوري نه را‬
‫وکتل؛ دروازه یې په یو درز سره پرانیسته؛ بیا پرې ناتارې ډزې شوې؛ مګر هغه ښکته ټوپ کړل؛ داسې لکه سیند کې چې المبوزن کرینج‬
‫وهي‪ .‬خو له دې سره‪ ،‬سره جنرال په الس یوه مرمۍ وخوړه‪ .‬مخ پټو کسانو د ماشوم په لوري ور منډې کړې‪ ،‬جنرال پرې ډزې وکړې او په‬
‫جنرال موټر کې سپرو ‪ ۲‬تنو ډزې کولې‪ .‬هغه د چمن په منځ کې زرغونو بوټو کې پټ و‪ .‬زه راپورته شوم‪ .‬د دروازې نرم کړک مې په ګوتو‬
‫وواهه‪ ،‬تر څو دروازه بنده شي او د جنرال له کوره څوک را بهر نشي‪ .‬بیا مې د جنرال په لوري منډه کړه‪ .‬د هغه په ښي الس کې تمانچه وه‪،‬‬
‫ترې ومې غوښته؛ خو انکار یې وکړ؛ ما ال مخ نه و‪ ،‬اړولی‪ ،‬چې تمانچه یې را وغورځوله؛ د الس په اشارې مې پوه کړ‪ ،‬چې یو تن ماشوم‬
‫تښتونکی په خپلو وینو کې پروت دی او بل باید په احتیاط سره په پښو کې وولې‪ ،‬ځکه ماشوم یې سینې سره جوخت دی‪ .‬هغه سر پورته کړ؛‬
‫ما چپ اړخ ته را وکتل‪ :‬د موټر په ښیښې مې د ‪ ۸‬مرمیو له جاغوره ‪ ۴‬مرمۍ ور خوشې کړې‪ .‬په موټر کې چوپتیا شوه‪ .‬جنرال په ماشوم‬
‫تښتونکي پرله پسې دوه ډزې وکړې؛ خو نښه یې سمه و نه لګېده؛ ښایي په ماشوم ویرېدلی وي‪ .‬ما د موټر اړخ ته منډه واخیسته‪ .‬یو تن په سر‬
‫لګېدلی و او بل دوه ځایه په سینه کې‪ .‬دریم کس د جنرال تر خوا د بوټو شا ته منډې کړې‪ .‬جنرال د درېدلو اواز پرې وکړ‪ .‬خو هغه نه درېده‪.‬‬
‫بیا یې غږ وکړ؛ مګر هغه هماغسې د موټر اړخ ته منډې را وهلې‪ .‬زه د دو سیټې شا ته غلی شوم‪ .‬جنرال ته مې په الس اشاره وکړه او څنګه‬
‫چې ماشوم تښتونکي جنرال ته مخ ور اړاوه؛ نو سر ته مې نښه ورته جوړه کړه؛ په سر مې وویشته؛ ماشومه یې له السه وغورځېده او خپله‬
‫چیغې ویستلو ته هم پاتې نشو‪ .‬جنرال زما په خوا راغی او ماشومه یې غېږ ته کړه‪ .‬د کور په لوري روان شو‪ .‬دروازه یې خالصه کړه‪ ،‬چې‬
‫څنګه کور ته ننوت؛ شا ته د امنیتي ځواکونو د رینجرو غږ شو‪ .‬هغوی اول زه ونیولم؛ السونه یې راباندې شا ته تاو کړل؛ خو جنرال پرې‬
‫غږ کړل؛ هغه کس پرېږدئ له ما سره دی‪ .‬زه یې پرېښودلم‪ ،‬جنرال ماشومه د کور میرمنو ته ور وسپارله‪ ،‬هغوی دی په یو او بل اړخ کوت؛‬
‫خو جنرال په غوسه وویل‪ :‬روغ جوړ یم‪ .‬بیا یې امنیتي ځواکونو ته امر وکړ‪ ،‬چې وژل شوي کسان رینجر ته واچوي او امنیې قوماندانۍ ته‬
‫یې ورسوي‪ .‬ډاډ یې ورکړ‪ ،‬چې دی به هم ډیر ژر ور ورسیږي‪.‬‬

‫جنرال کور ته الړ‪ .‬ما ته یې هم شا ته د ور تګ اشاره وکړه‪ .‬دروازې کې دی مخکې شو او زه بهر ودرېدلم‪ .‬را غږ یې کړل‪ :‬راځه؛‬
‫څوک نشته‪ .‬میلمستون ته ننوتلو؛ زه کېناستم‪ ،‬هغه هوایي پکی او کولر چاالن کړل‪ .‬کړکۍ یې خالصې کړې؛ بیا بهر ووت؛ ما ته یې لږ لږ‬
‫کمزوری غږ راته‪ ،‬چې د کور ښځینه وګړیو ته یې څه ویل‪ .‬بیرته راغی او سالم یې وکړ‪ .‬ما ځواب ورکړ او هغه د خپل الس په پټۍ کولو‬
‫لګیا شو‪.‬‬

‫ما وخندل‪ :‬زه مو مرسته کولی شم‪.‬‬

‫ویې ویل‪ :‬نه‪ .‬زه یې کولی شم‪ .‬ډیر ځله مې پټۍ لګولې‪.‬‬

‫ما چې ورته کتل؛ نو د الس د سخت درد له امله یې نشو کولی‪ .‬ور والړ شوم او ومې ویل‪ :‬ښایي له یو السه ټک و نه خیژي‪.‬‬

‫هغه وموسل او ما یې لستوڼي په ارامۍ سره پورته کړل؛ وینه یې روانه وه‪.‬‬

‫جنرال یو تور بېګ ته چې سپین الستی یې درلود؛ اشاره وکړه‪ :‬هاغه د جراحۍ د سامان بکسه ده‪.‬‬

‫ما د جراحۍ سامان را واخیسته‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬کله دې له کوم چا مرمۍ ویستلې ده‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ومې ویل‪ :‬نه خو د الس له غوښې مې شګه ویستلې ده‪.‬‬

‫ــ ډاکټر یې؟‬

‫ــ نه؛ مګر له ډاکټر سره مې یو کال د نرس په صفت کار کړی او دومره یم‪ ،‬چې ستا له څنګل مرمۍ وباسم‪ .‬د جنرال سترګو ته مې وکتل‬
‫او د وضعیت څارنه مې وکړه‪ ،‬هغه ما ته وکتل‪ :‬رویه د ماهر ډاکټر کوې‪.‬‬

‫ومې موسل‪ :‬ځکه چې د ډاکټر په حیث درته ناست یم‪.‬‬

‫بیا مې ترې ګیس سلنډر وغوښته؛ هغه غږ کړل‪ :‬میرمنې وه میرمنې‪.‬‬

‫میرمنې یې لکه زمونږ خبرې چې اورېدلې وي‪ .‬ژر یې ګیس سلندر راوړ‪ .‬ما ښکته کتل او چې هغې له سلنډر نه الس پورته کړ؛ ما را‬
‫واخیست؛ د جراحۍ فلزي میله مې پرې ګرمه کړه؛ جنرال ته مې وویل‪ :‬درد لري؛ نشه درکړم‪.‬‬

‫ویې خندل‪ :‬ټوکې خو مه راباندې کوه‪ .‬بیا یې سترګې پټې کړه‪ :‬پرې بسم هللا کړه‪.‬‬

‫ما د ښي الس په ګوتو کې پنبه او پټۍ ونیوله؛ جنرال الس شخ کړ او ما هم په خپلې کمې تجربې سره د هغه له السه د تمانچې ګولۍ‬
‫(مرمۍ) را ووېستله‪ .‬هغه سترګې پرانیستې‪ .‬په زخم مې ورته دوایي ووهله او پټۍ مې ورته وتړله‪ .‬هغه ایله په خپل ځای کې سم را کېناست‪.‬‬
‫ښه راغالست یې راته ووایه‪ .‬ال به د روغ ناروغ پوښتنه او ابتدایي خبرې نه وې خالصې شوې‪ ،‬چې له بنګړیو ډکو سپینو السونو د چایو‬
‫پتنوس هم په دروازه کې کېښوده؛ جنرال ور پاڅېده؛ زه هم اوچت شوم‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬میلمه د کوربه کار نه کوي‪.‬‬

‫ما وویل او ډاکټر په خپل ناروغ کار نکوي‪.‬‬

‫هغه وخندل او ویې ویل‪ :‬ځه نو ته په دواړو السونو د پیالو پتنوس او د خوږو قابونه را واخله او زه به چایجوش ته الس کړم‪.‬‬

‫چای مو را خیستل‪ ،‬چې جنرال وویل‪ :‬ځای دې په اسانۍ پیدا کړ؟‬

‫ومې ویل‪ :‬هو‪...‬‬

‫هغه زیاته کړه‪ :‬وبښه زه مصروف وم؛ دروازې ته درنغلم‪.‬‬

‫کړه مې‪ :‬څه پرواه نکوي؛ خو بیا کله هم ماشومان دروازې ته مه لېږئ!‬

‫جنرال وویل‪ :‬زه مصروف وم؛ پوهېدم چې ته یې؛ نو ځکه مې دا بې پرواهي وکړه؟ سر یې وڅنډه او زیاته یې کړه‪ :‬ته ښه وایې‪.‬‬

‫ما نزاکتا ً وموسل‪.‬‬

‫هغه د چایو ډکه پیاله راکړه او له رنګارنګ خوږو‪ ،‬ممیزو‪ ،‬سپینې شوې پیستې‪ ،‬نرمو بادامو او تازه چارمغزو ډک قاب یې را دیکه کړ‪.‬‬

‫د خبرو موضوع مو د تېرو ورځو بریدونو ته بدله شوه‪ .‬ما وویل‪ :‬په تېرو دوو بریدونو کې یو شان خبره دا ده‪ ،‬چې دواړه بریدونه په ولسي‬
‫خلکو شوي‪ ،‬البته چې مالدار هم نه و‪ ،‬دواړو بریدونو کې ‪ ۷ ،۷‬تنو ته مرګ ژوبله اوښتې‪ ،‬د دواړو بریدونو ورځ (جمعه) وه او ‪ ۷‬ورځې یې‬
‫تر منځ وې؛ د دې تر څنګ ما ته چې څوک شکمن ښکاره شوي هغوی هم ‪ ۷‬دي او تر ټولو لویه خبره یې دا چې دواړو بریدونو کې ‪۷‬‬
‫مزدوران وژل شوي‪ .‬هغوی ‪ ۷‬واړو په کوم کان کې کار کاوه‪.‬‬

‫جنرال له پیالې غوړپ وکړ‪ ،‬سترګې یې پورته کړې او په فکر وړي انداز سره یې وویل‪ :‬لیکن زمونږ راپور ښیي‪ ،‬چې دوهم برید کې ‪۸‬‬
‫تنو ته مرګ ژوبله اوښتې‪.‬‬

‫ــ نه؛ ‪ ۷‬تنه و‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ نو مطلب دا چې زمونږ د څېړنې ټیم درواغ وایي؟!‬

‫ــ نه؛ خو هغوی زه هم ټپیانو کې شامل کړی یم‪ .‬حال دا چې ما تاسو ته د پېښې ځای کې کېسه وکړه‪ :‬زه د پیکوړو واال په جوشېدلو تېلو‬
‫زخمي کړم‪.‬‬

‫جنرال سر ښکته کړ‪ .‬ډیر ښه‪ .‬ستا څېړنه کې ځینې مهمې نقطې شته‪ .‬په غریبو کارو مزدورانو برید څرګندوي‪ ،‬چې دا برید غلو نه دی‬
‫کړی او نه پیسې او مالداري هدف دی‪ .‬دواړو بریدونو کې ‪ ۷ ،۷‬تنو ته تلفات اوښتي؛ نو دوی څه خاص پالن لري او شکمن کسان هم ‪ ۷‬دي؛‬
‫نو دا برید له وړاندې پالن شوی؛ هر تن ته د وژنې له پاره یو تن موظف شوی؛ خو لکه چې وخت او سم ځای یې نه دی پیدا کړی او دا چې‬
‫هغه مزدوران د جمعې په رخصتۍ یوځای راټولیږي؛ نو چاودنه یې پرې وکړې‪.‬‬

‫جنرال سترګې زما په لوري راپورته کړې‪ :‬په دې کار کې ضرور زمونږ څوک هم الس لري؛ ځکه که لومړی برید وښیو‪ ،‬تصادف به یې‬
‫وبولو؛ خو له یوې ځالې دوه ځله د مار ټک بې معنا نه دي‪ .‬بیا یې وویل‪ :‬تېرو بریدونو واضح پېغام راکړ‪ ،‬چې راتلونکې جمعه باید هوښیار‬
‫واوسو‪ .‬بیا یې مخ یو بکس پسې واړاوه‪ :‬ته داسې وکړه‪ ،‬چې زمونږ تحقیقاتي ټیم سره یوځای شکمنو کسانو پسې وګرځه‪ ،‬د هغوی د شکمنو‬
‫کړنو ځایونو ور وښیه او د پیکوړو واال دوکان به هم وپلټو‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬سمه ده؛ زه تیار یم؛ خو د پیکوړو واال دوکان ما پیدا کړی؟‬

‫ــ څه وایې؟ غیرقانوني کار دې کړی‪.‬‬

‫ومې خندل‪ :‬تاسې بیا ورک شوئ؛ نو اړ شوم‪.‬‬

‫ــ ښه نو څه دې وموندل؟‬

‫ــ هو‪ .‬دوه نمبر پلیټونه چې‪ ،‬یو ریموټ کنټرول او یو السي بم‪ ،‬چې مونږ د خپل کلي په غونډۍ کې خنثا کړ‪.‬‬

‫ــ نو زه مو ولې نه خبرولم؟‬

‫ــ اړینه راته ښکاره نشوه او کوم مهم شی مو هم پکې و نه مونده‪ ،‬هغوی ښایي هر څه له ځانه سره وړي وي‪.‬‬

‫جنرال د چایو پیالې ته وکتل چای وڅښه؛ سړې شوې‪.‬‬

‫له چایو مې غوړپ وکړ او د جنرال په لور مې وکتل‪ :‬جنرال صیب دغه برید درباندې ولې وشو؟‬

‫ــ نه پوهېږم؟‬

‫ــ زمونږ د سیمې له بریدونو سره خو به څه تړاو نلري؟‬

‫ــ فکر نه کوم‪.‬‬

‫ــ هغه ماشومه خو به نه وي ژوبله شوې؟‬

‫ــ نه بچ ده‪ .‬زه دې مننه کوم او یو سوال هم کوم‪ :‬نښه دې د یو سپېشلیسټ نښه ویشتونکي په څیر ده؛ علت یې؟‬

‫په مسکا مې وویل‪ :‬په تمانچې ډزې کول خو نن سبا د ماشومانو هم زده دي او چا چي (‪ )IGI‬ګیم کړی وي؛ هغه ته نښه ویشتل کومه لویه‬
‫خبره نه ده‪.‬‬

‫جنرال وخندل‪ :‬ښه ټوکه مګر دا یې ځواب نه دی‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د جنرال جدیت مې محسوس کړ‪ ،‬جدیت یې راباندې ښه و نه لګېده؛ مګر ما هم په حساس وخت کې د هغه نظامي توب نه و حس کړی او‬
‫کلیوالي چم مې کړی و‪ .‬دلته ټوکه نه وه پکار؛ نو ژر مې وویل‪ :‬په جالل اباد ښار کې مې د نښې ویشتلو او کوچنیو وسلو د استعمال کورس‬
‫ویلی‪.‬‬

‫هغه غلی شو؛ له چایو یې څو غوړپونه وکړل‪ .‬بیا یې خپلې ښځې ته غږ کړل‪ :‬یه میرمنې؛ میرمنې‪ ...‬ته لږ راشه که نه؟‬

‫په خړ رنګه جامو او تور ټیکري کې پټه یو میرمن راغله‪ ،‬چې د مخ کاسه یې خورا ښکلې وه‪ ،‬ویښته یې تورو ته مایل خړ رنګه و‪ ،‬چې‬
‫په خپل لوی ټیکري کې یې سراسر پټ کړي و او یوازې په تندي یې د الس په اندازه یو خوا ته اړولي و؛ داسې ښکارېده‪ ،‬لکه په ویښتو چې‬
‫د خپل پوخ سن او یا بوډۍ توب له امله د تندي ګونځې او نښې پټوي‪ .‬میرمن د جنرال خوا ته راغله او ما ته یې ستړې مشې وویله‪.‬‬

‫جنرال مخ ور واړاوه‪ :‬همدې ځوان زمونږ د لمسۍ ژوند وژغوره‪.‬‬

‫هغې مننه وکړه او ښې ډیرې دعاګانې یې راته وکړلې‪ .‬چې ما ته یې هم خپله مور (ابو) را یاده کړه‪ .‬د جنرال میرمنې وویل‪ :‬زویه عمر‬
‫دې ډیر شه؛ زمونږ همدا یوه لمسۍ ده؛ تا یې چې ژوند وژغوره؛ لکه زمونږ ټولو ژوند دې چې ژغورلی وي؛ ډیر لوی احسان دې راباندې‬
‫وکړ‪ ،‬چې تر عمره به یې هیر نکړو‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬نه ترور ما په تاسې کوم احسان نه دی کړی؛ جنرال صیب هر وخت زمونږ (عام ولس) ساتنه کوي؛ ما یوازې نن ستاسې د لمسۍ‬
‫ژوند ژغورلی؛ دې کې د احسان څه شی دي؟‬

‫هغې یو ځل بیا مننه وکړه او له خونې ووتله‪ .‬ما همداسې ورپسې وکتل‪.‬‬

‫جنرال ته مې چې وکتل‪ :‬هغه وخندل؛ زما میرمن ده؛ د تره لور مې کیږي‪ .‬ستا له مخې مې ورته میرمن وویل؛ که نه هر وخت د تره لور‬
‫ورته وایم‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬تاسې دې ښه ژوند ولرئ؛ ښه جوړه مو ده؛ ترور ډیره خوږه ده؛ لکه څنګه چې زما مور وه‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬ستا مور وه؛ په تېره زمانه کې خبرې کوې؛ ولې ستا په مور څه شوي؟‬

‫ــ هغه مړه شوې؟‬

‫ــ انا هلل و انا اله را جعون! وبښه وراره میرمن مې ستا زخم ته مالګه شوه‪.‬‬

‫ــ نه؛ جنرال صیب مالګه نشوه؛ بلکې ملهم شو‪ ...‬ما ته یې په لیدلو سره خپله مورکۍ را یاده شوه؛ که رښتیا ووایم؛ په رنګ او څهره کې‬
‫هغې ته ورته وه؛ نو ځکه مې په لومړي ځل لیدلو سره سترګې همداسې وچې ورته پاتې شوې‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬تا زمونږ ژوند وژغوره؛ زمونږ د کور مشر شوې‪ .‬ته ورته مور ویلی شې؛ مونږ زوی نلرو‪ .‬هغه به هم په تا د خپل زوی‬
‫مینه ماته کړي‪.‬‬

‫ــ زوی نلرئ؟‬

‫ــ نه؛ ‪ ۲۷‬کاله مخکې یو تن و‪ ،‬چې ‪ ۱‬کلنۍ کې د هجرت پر مهال د ناس ناستي له امله مړ شو‪.‬‬

‫ــ اخ؛ هی‪ ...‬کاش ژوندی وای‪.‬‬

‫ــ جنرال هم یوازې کاش وویل‪.‬‬

‫ما یې د فکر غلطولو په موخه پیاله ور ډکه کړه؛ خپله مې هم له چایو څو غوړپونه وکړل‪ .‬چای مو ختمې کړې؛ ما د تګ اجازه ترې‬
‫وغوښته؛ هغه ډیر ټینګ شو‪ ،‬چې پاتې شم؛ مګر نشوه؛ تر امنیه قوماندانۍ پورې یې خپل موټر کې راوړم؛ بیا زه د کلي په طرف راغلم‪ .‬خپلو‬
‫ماماګانو او کورنۍ ته مې ټوله کیسه وکړه؛ هغوی د نصیحت په ډول راته وویل‪ ،‬چې‪ :‬له دې کیسو لیرې وګرځم؛ ځکه د رباب له تارونو هم‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫نازکې دي او خدای مکړه پکې مړ به شم‪ .‬ما که څه هم هلته څه و نه ویل؛ خو ځان سره مې کړه‪ :‬له همدې الرې خو به د خپلې مور غچ‬
‫اخلم‪ ،‬چې ځان ښه تیار نکړم؛ نو د خپلې مور قاتالن څنګه پیدا کړم؟‬

‫په دوهمه ورځ د سعید موبایل ته د جنرال زنګ راغلی و‪ .‬هغه موبایل ما ته راوړ؛ جنرال یو هوټل ته وبللم‪ .‬دا ځل په پوره احتیاط او لږ‬
‫څه ویرې سره د جنرال په را کړي ادرس ورغلم‪ ،‬چې ټاکلي ځای ته ورسېدم؛ نو د هوټل له منځه شور ماشور پورته کېده او ډول ډول‬
‫اوازونو فضا احاطه کړې وه‪ .‬شاوخوا پوځي موټرې او رینجرې والړې وې‪ .‬حیران وم‪ ،‬چې کوم پوځي جشن دی او که واده؟ جنرال د هوټل‬
‫له دروازې لیرې ولیدم‪ .‬له هوټل نه د سړک غاړې ته را ښکته شو‪ .‬زما پر اوږو یې د یو مهربانه پالر په څیر الس کېښود او د خپلو ملګرو‬
‫په لوري ور روان شو‪ ،‬ما یې مخ ته ځیر ځیر کتل؛ ځکه په لومړي ځل مې د یو پالر د مینې او شفقت الس په خپلې اوږې لیده‪ ،‬که څه هم‬
‫هغه زما خپل پالر نه و‪.‬‬

‫جنرال ویل‪ ،‬چې د دوهمې لور واده یې دی‪ .‬بیا یې زه یو څو ملګرو ته ور وپېژندلم‪ .‬دننه الړو؛ سلګونه تنه تاویدل راتاویدل‪ ،‬په لږ وخت‬
‫کې د خوړو پروګرام پیل شو‪ .‬کله چې خواړه وخوړل شول؛ اوازه شوه‪ ،‬چې کوم مشهور سندرغاړی هم واده ته راځي‪ .‬زه حیران وم‪ ،‬چې‬
‫جنرال د لور په واده څنګه دومره مصرف کوي‪ .‬وروسته خبر شوم‪ ،‬چې لور یې خپل یتیم وراره ته ورکړې او دا څه چې یوازې‪ ۴۰‬زره‬
‫افغانۍ مهر یې پرې ټاکلی؛ خپله دوه جریبه باغ او یو کوچنی کور یې هم د هغوی په نوم کړی‪.‬‬

‫نیم ساعت تیر شو‪ ،‬خو د سندرغاړي درک نه لګېده؛ مګر د رباب‪ ،‬سیتار‪ ،‬چمبې او ډول غږولو کسان ټول را رسیدلي و‪ ،‬سټیج جوړ و او‬
‫څه چې کم و‪ :‬هغه سندرغاړی و‪ .‬زه د سټیج سر ته له جنراله پټ وختلم‪ .‬له مخ مې څادر تاو کړ؛ خپل تور سوټ (کوټ) مې وکښه؛ د ساز‬
‫غږونکو ډلې ته مې وویل‪ :‬شروع کړئ!‬

‫هغوی وویل‪ :‬مګر ته سندرغاړی نه یې!!؟‬

‫ومې ویل‪ :‬د سندرغاړو سندرغاړی یم (پالر یې یم)‪.‬‬

‫له سټیج نه د ارامې نغمې له پاره د خاموشه ساز اواز پورته شو‪ .‬ما مایک خولې ته ونیو او په پېښور کې له محلې سندرغاړي یادې کړې د‬
‫واده سندرې ته مې اوږده غاړه ورکړه‪:‬‬

‫واده تړون د زړونو‬

‫واده سکون د زړونو‬

‫په مینه مینه پیل شي‬

‫شیرین ژوندون د زړونو‬

‫بیا مې پاتې سندره تېزه کړه؛ ساز غږونکو هم خپل ساز مست کړ او چې ‪ ۵‬دقیقې تېرې شوې؛ نو سندرغاړی‪ ،‬چې غوږونو کې یې‬
‫ګوشکې وې؛ د هوټل په لویه دروازه کې همداسې مېخ پاتې شو؛ ځکه د هغه پر ځای سندره ما ویلې وه‪ .‬نه پوهېږم دغه جرأت مې څنګ‬
‫وکړ؛ خو چې سندره مې ختمه کړ ه؛ نو د السونو پړقا مې حواس را په ځای کړل‪ ،‬ژر‪ ،‬ژر له سټېجه را ښکته شوم او د جنرال صیب څنګ‬
‫ته مې ځان ورساوه‪ ،‬سندرغاړي ته مې کتل؛ هماغسې غلی والړ و‪ ،‬له خپلې څوکۍ او مېز بیرته پورته شو‪ ،‬ورغلم او بښنه مې ترې‬
‫وغوښته؛ هغه سترګې تنګې کړې او د زور په مسکا یې وویل‪ :‬ښکلی غږ لرې؛ که راسره شاګرد شې؛ ښکلی سندرغاړی در نه جوړولی شم‪.‬‬

‫پوه شوم‪ ،‬چې سړی خپله سودا خرڅوي؛ ومې ویل‪ :‬مننه؛ هغه شوق نلرم؛ ځکه د سندرغاړي مقام دلته نشته‪ ،‬ته چې نه وې؛ خلکو داسې نه‬
‫دي ویلي‪ ،‬چې پالنکی صیب‪ ،‬هنرمند الال او یا ګالب سندرغاړی چېرې؟ بلکې ویل یې‪ ،‬چې ډم چیرې؟ په دې خلکو کې ستاسو طبقه عزت‬
‫نشي ترالسه کولی‪.‬‬

‫سندرغاړی سر ښکته کړ او مخ په سټیج روان شو؛ یوه بې سر او تال سندره یې شروع کړه‪.‬‬

‫دا د واده شپه ده‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دا د واده شپه ده‪....‬‬

‫نه پوهېږم چې څو ځله به یې همدا یوه مسرعه تقراري ویلې وي‪ ،‬چې د جنرال یو ملګري هغه ته وویل‪ :‬دا خو د واده ورځ ده؛ مګر که دی‬
‫داسې روان وی؛ ژر به شپه هم شي‪ .‬په دې سره ټولو وخندل؛ دومره تېز چې سندرغاړي هم د خپلې سندرې په منځنۍ دمه کې ورته را وکتل‬
‫او د واده سالون هم ټول مونږ ته را برګ شو‪.‬‬

‫ورځې تېرېدې د جنرال له لوري څه غږ نه راته؛ یوه ورځ یې خوا ته ور چکر شوم؛ جنرال په کور نه و؛ انتظار مې وکړ‪ ،‬میرمن یې‬
‫راغله؛ ښه راغالست یې راته ووایه؛ ما هم ځواب ورکړ او سترګې مې ورته بیا همداسې خالصې پاتې شوې؛ ځکه د مور تصویر مې سترګو‬
‫ته ودرېده‪ .‬ال به شېبه نه وه تېره شوې‪ ،‬چې جنرال هم راغی‪ .‬له جوړ پخیر وروسته مې ورته وویل‪ :‬غږ مو ورک و؛ سبا جمعه هم ده ما ویل‬
‫که ستاسې امنیتي ټیم سیمې ته راشي او د مشکوکو ځایونو او کسانو د نیولو غم وخوري‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬پالن مو تیار کړی؛ خو ما یو بل فکر کړی؟‬

‫ــ د څه فکر؟‬

‫ــ ته له مونږ سره زمونږ په ټیم کې شامل شه؟‬

‫ــ دا لیونتوب ولې وکړم؟‬

‫ــ لیونتوب نه په خپله خاوره او ولس مینتوب؟‬

‫ــ په دې کار سره زما ژوند ته خطر دی او زما د هدفونو مخه نیول کیږي؟‬

‫ــ له مرګ ویره بزدلي ده!‬

‫ــ زه نو له مرګ کله ویرېدلی یم؟‬

‫ــ خو ستا د خبرې مطلب همدا دی که نه؟‬

‫ــ نه‪ ...‬مګر زه ستاسې د ټیم غړی نشم کېدلی؛ ولې په لوی الس د ولس د هیلو قاتل شم او خیانت وکړم‪.‬‬

‫جنرال غوسه شو‪ :‬اوس مونږ خاینین هم شو؟‬

‫ــ ما کله داسې ویلي؛ خو ستاسې په ډله کې ډیر داسې کسان شته‪ ،‬چې له ظالمانو سره اړیکه لري‪ .‬تاسې د برید د څېړنې خبره کړې وه؛ تر‬
‫اوسه وشو؟ نه! او د ولې ځواب یې تاسو هم نلرئ؟‬

‫ــ د څېړنې ترسره کېدلو ژمنه له لوړو احکاماتو شوې وه؛ چې ونشوه زه ګرم نه یم ما خپله هڅه کړې‪.‬‬

‫له دې سره جنرال یو څه چوپ شو‪ .‬بیا یې مخ را واړاوه‪ .‬زه دې نه مجبوروم؛ خو په دې فاسد نظام کې هم ښو خلکو ته اړتیا ده‪ ،‬زما په‬
‫تقاعدي کې څو ورځې پاتې‪ ،‬زه کوم غم نلرم له تقاعد وروسته به د کور ساتنې له پاره یو ساتونکی راکړي او ارامه ژوند به ولرم؛ خو ارامه‬
‫خوب به ونشم کړای؛ غواړم زما ځای ستا په برخه شي‪ .‬زه تا نه د حکومت غالم نه جوړوم؛ خو دا ولس ستا په شان ځوانانو ته اړتیا لري‪،‬‬
‫چې هیکل بدن‪ ،‬لوړه حوصله‪ ،‬سترې ارادې‪ ،‬ښه اخالق او لوی هدفونه ولري‪.‬‬

‫ما سر ښکته کړی و‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬زه په تا یو ړوند باور کوم؛ یوه داسې خبره درته کوم چې خپلې میرمنې او کورنۍ ته مې هم نه ده کړې!‬

‫ما سترګې د خبرې انتظار ته پورته نیولې وې‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬زه غواړم یو پټ امنیتي ټیم جوړ کړم‪ ،‬چې خلک به ژغوري‪ ،‬تنخوا به د حکومت اخلي؛ خو کار به ولس ته کوي‪ ،‬چې دا نه‬
‫خیانت دی او نه کومه ګناه‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬یعنې امنیتي کمپنۍ جوړوې؟‬

‫ــ نه؛ خو دې ته ورته ټیم؛ تا خپله له مونږ سره د نه یوځای کېدو دلیل؛ ناسم مدیریت او فساد وباله او مثال دې د خپل کلي دوه پېښې‬
‫وړاندې کړې؛ پوهېږې په افغانستان کې هره ورځ همداسې ډیرې پېښې کیږي؛ خو څوک پرې غوږ نه ګروي‪ ،‬که کوم یو قاتل ونیول شي؛ د‬
‫پیسو په بدل کې بیرته پرانیستل شي او د ملکیانو د وژنې سلسله همداسې دوامداره شي؛ نو که چیرې مونږ د خلکو ژغورنې او د قاتالنو د‬
‫وژلو له پاره یو ټیم جوړ کړو؛ په دې کې بدي څه ده؛ ما په دې اړه له څو سترو مفتیانو او دیني عالمانو سره هم خبره کړې ده‪.‬‬

‫سر مې کوږ کړ؛ داسې لکه ک وم ژور فکر چې کوم؛ بیا مې جنرال ته پورته وکتل‪ :‬زه یو څه وخت ته اړتیا لرم‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬اختیار او واک ستا دی‪.‬‬

‫جنرال سره مې خدای پاماني کوله؛ خو زړه کې مې وګرځېدل؛ په دې کې نو کوم عیب دی‪ ،‬چې زه دې په پټه امنیتي جامه کې ولس‬
‫وژغورم‪ ،‬زرګونه میندې دې وژغورم؛ زرګونه اوالدونه دې له یتمیوالي او یسیروالي وژغورم‪ .‬جنرال ته مې خدای پاماني کې وویل‪ :‬جنرال‬
‫صیب له تقاعد وروسته دي؛ که کوم ساتونکی نیوه؛ نو زه ورته تیار یم؛ ستا امنیتي ټیم ته به ښه چای او ډوډۍ هم ورکوم؛ ځکه زبردسته‬
‫اشپزي مې زده ده‪.‬‬

‫جنرال وخندل او له خوشحالۍ نه یې په غېږ کې کلک کړم؛ تر ښاره یې موټر کې راوړم‪.‬‬

‫ورځې او شپې تېرېدلې زه د جنرال د کور ساتونکی شوم؛ حکومت راکړې وسله مې درلودله؛ هره ورځ جنرال له ځینو نویو کسانو سره‬
‫مخ کولم؛ زما په اړه یې هم معلومات ځان سره ثبت کړل او د ځان په ګډون یې د ‪ ۳۱‬تنو نورو ځوانانو انځورونه‪ ،‬معلومات په یو کمپیوټر‬
‫کې راته واچول؛ په ‪ ۱۰‬ورځو کې د ‪ ۳۰‬کسانو یو ټیم جوړ شو؛ چې ما پکې تر دې دمه یوازې څو تنه پېژندلي و‪.‬‬

‫د ‪ ۲۰۰۸‬کال د جنوري میاشت وه‪ ،‬چې په یوې سختې باراني ورځ جنرال میلمانه کړو‪ .‬د سهار لس بجې وې‪ ،‬مونږ ټول میلمستون کې‬
‫راجمع شو او جنرال له یو بل سره معرفي کړو‪ .‬دا ټولې هغه څهرې وې‪ ،‬چې جنرال یې معلومات په کمپیوټر کې راته اچولي و‪.‬‬

‫جنرال ‪ ۳۰‬واړو میلمنو ته مخ کړ‪ :‬تاسې ټول خپلو منځنو کې سره پېژنئ؛ ځکه د یو کنډک له ‪ ۹۰۰‬تنو چاڼ شوي یئ (ځینو پخوا او ځینو‬
‫اوس په همدې کنډک کې یو له بل سره یوځای وظیفه اجراء کړې)‪.‬‬

‫تاسې هر یو مې د ‪ ۳۰‬نفرو په سر واخیستئ! پوهېږئ ولې؟ ځکه چې تاسو کې د ‪ ۳۰ ،۳۰‬کسانو غښتلتیا‪ ،‬زغم او تجربه ده او زما له پاره‬
‫د پیاوړتیا معیار همدا دری اصله دي‪ .‬بیا یې ما ته مخ کړ‪ :‬دا ځوان هلک ‪ ۲۰‬کاله عمر لري‪ .‬نوم یې سمسور دی‪ .‬له اره د لوګر دی؛ خو‬
‫ننګرهار کې اوسیږي‪ .‬دری کاله په پېښور او جالل اباد کې د مارشل ارټ زده کوونکی او بیا یو کال د دغه فن استاذ پاتې شوی‪ ،‬وسله په ښه‬
‫توګه چلولی شي او له دولسم ټولګي فارغېدونکی زده کوونکی دی؛ خو پوهېږئ‪ ،‬چې دی به ستاسې د ټیم روزونکی وي‪.‬‬

‫زه ډیر حیران شوم؛ خو نورو ټولو السونه وپړقول‪.‬‬

‫ما هم ځوابي مننه وکړه او جنرال زیاته کړه‪ :‬سر له سبا زمونږ ټریننګ شروع کیږي‪ ،‬چې د بهسودو ولسوالۍ او روداتو ولسوالۍ په سرحد‬
‫کې به یوې دښتې کې ترسره شي‪ .‬سمسور به ستاسې د بدني روزنې او زه بیا د وسلو چلولو او نورو پوځی روزنو مشر یم‪.‬‬

‫ټولو ومنله او غونډه په خوشحالۍ پای ته ورسېده‪.‬‬

‫جنرال ته مې له غونډې وروسته وویل‪ :‬د ‪ ۲۰‬کلونو په یو هلک دومره ستر باور کول؛ تیروتنه درته نه ښکاري؟‬

‫ویې ویل‪ :‬چا چې د یو پښتون نمک وخوړ؛ خیانت یې له خټې کډه کوي‪.‬‬

‫ما وخندل او کور ته د تګ اجازه مې تر واخیسته‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ساالنه امتحانونه مو پیا شول‪ .‬زمونږ ټریننګ هم د بهسودو او د ردوداتو ولسوالۍ په یوې سرحدي سیمه کې پیل شو‪ .‬د هر ډول وسلو‬
‫چلولو هنر‪ ،‬د بدني حرکتونو‪ ،‬پوځي تحرکاتو او پالن جوړونې ټول درسونه را کول کېدل‪.‬‬

‫زمونږه په ‪ ۳۰‬کسی ز ټیم کې زه د لوګر‪ ،‬جنرال صیب د کابل او نور غړي بیا د ننګرهار‪ ،‬لغمان‪ ،‬کونړ‪ ،‬لوګر‪ ،‬کندوز‪ ،‬خوست‪ ،‬سرپل‪،‬‬
‫زابل‪ ،‬بغالن او پروان والیتونو اوسیدونکي و‪ ،‬چې د ځینو ژبه دری او پاتې نور پښتانه و‪ ۳۰ .‬واړه زده کوونکي سرتیري له ‪ ۱۲‬فارغ و؛‬
‫یوازې زه وم چې فراغت ته مې دوه ا ونۍ پاتې وې‪ .‬جنرال خپله په حربي زده کړو کې تر جنرالۍ رسېدلی و‪.‬‬

‫په لومړۍ ورځ د مارشل ارټ ښودنه پیل شوه‪ .‬زده کوونکي او جنرال په ‪ ۴‬قطارونو کې کېناستل‪ .‬ما په بسم هللا شروع وکړه او دا چې د‬
‫مارشل ارټ ډیر هنرونه او برخې مې په انګلیسي لوستې وې؛ هغوی ته مې هم په انګلیسي ژبې پیل وکړ؛ خو تر څنګ مې ژباړه هم ورته‬
‫کوله؛ تر څو ښه پوه شي؛ که څه هم زمونږ د ټیم ټول غړي په انګلیسي پوهېدل؛ ان تر دې چې ‪ ۵‬د انګلیسي ښوونکي مو هم درلودل‪ ،‬چې له‬
‫ډلې یې ‪ ۲‬تنو له بهرنیانو سره ترجماني هم کړې وه؛ خو یوه یې ‪ ۴‬میاشتې بعد پریښې وه او بل تن یې تازه‪ ،‬تازه‪.‬‬

‫ما خپلو ملګرو ته پیل وکړ‪:.‬‬

‫مارشل ارټ د ځان ساتنې نوم دی‪.‬‬

‫)‪(martial art is the name of self defence‬‬

‫یو زده کوونکي وویل‪ :‬لیکن څرنګه؟‬

‫)?‪_ (but how sir‬‬

‫ومې ویل‪ :‬یوه دقیقه انتظار وباسه! زه به یې درته واضح کړم‪.‬‬

‫)‪_ (wait a minute i will explain‬‬

‫په مارشل ارټ کې تر ټولو مهم شیان (دفاع او حمله) دي او دا دواړه د ځان ساتنې کیلې (کونجي) ده‪.‬‬

‫)!‪_ (the more important things in martial art isdefence and attack (and that's tow the key of self defence‬‬

‫مننه ښوونکیه!‬

‫_))‪thanks sir‬‬

‫ــ په عام ډول خلک لومړی دفاع زده کوي؛ خو مونږ باید دواړه (دفاع او حمله) په یو وخت کې او ډیر ژر زده کړو؛ ځکه چې هم وخت کم‬
‫دی او هم ډیر کار راته پاتې دی‪.‬‬

‫_) ‪normally peopal learn defence for first but we have to learn both are very quickly because we don't have a‬‬
‫‪(time and work is alot of in our way‬‬

‫ــ نو؛ زمونږ ساعتهمدا اوسپیلیږي‪.‬‬

‫_)‪So‬؛… ‪( our class start right now‬‬

‫ــ زه فکر کوم چې د ملګرتیا له پاره پیژندګلوي ډیره مهمه ده‪.‬‬

‫_)‪(i think introducing is very important for our friendship‬‬

‫لومړی زه او بیا تاسې‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫)‪_ (first me then you guys‬‬

‫سالم (ستړي مشئ) زه سمسور ودان یم؛ زمونږ له پټو عملیاتو څخه‪.‬‬

‫‪ _ (hi‬؛ )‪I am samsor wadan fromour secret opreations‬‬

‫زه ستاسو روزونکی اومشر یم‪.‬‬

‫_)‪(i am your trainer and big boss‬‬

‫ومې خندل‪ :‬ټوکه مې کوله‪.‬‬

‫_))‪just joking‬‬

‫بیا مې لومړي تن ته الس ونیو او په خندا مې وویل‪ :‬اوس ستا وار دی تورکیه‪ .‬ته څوک یې؟‬

‫‪_ (nowits your turn black beauty‬؛ )?‪who are you‬‬

‫زمونږ پوره پېژندنه سره شوې وه؛ خو د ښوونکي او زده کوونکو په توګه تعارف مو هم سره وشو‪.‬‬

‫په ‪ ۳‬میاشتو کې مې خپلو ملګرو ته د مارشل ارټ ‪ ۱۲ ،۱۲‬بهترین اټېکونه‪ ،‬دفاع او د پوځي عملیاتو له پاره مهم حرکات وښودل؛ زیاته‬
‫توجو مو په بیخي تېزې او زیات سرعت لرونکې منډې‪ ،‬سوک وهنې‪ ،‬سینه کشي او جسمي جګړې باندې وو؛ تر څنګ مو د لویو او کوچنیو‬
‫څو ډوله موټرو او موټر سایکل چلول‪ ،‬المبو وهل‪ ،‬په ایمرجنسي حاالتو کې د ځان او وګړیو خوندي ساتل‪ ،‬او له الوتکو جمپ وهل زده کړل‪.‬‬
‫دا چې الوتکې نه وې؛ نو جنرال په عجیبه تخنیک سوچ کړی و‪ .‬کله به چې لږ څه تېز باد را والوت؛ نو هغه به تر ټولو لوړې غونډۍ ته‬
‫وخېژولو؛ پراشوټونه به مو خالص کړل او په هوا به شولو؛ خو زمونږ په هوا کې الوتل شاید یوازې ‪ ۷۰‬یا ‪ ۸۰‬متره وو‪.‬‬

‫ټریننګ مو ‪ ۶‬میاشتې دوام وکړ‪ .‬جنرال تقاعد (ریټایر) شو او زه هم له دولسمه فارغ شوی وم‪ ،‬د کانکور ازموینه مې ورکړې وه او د‬
‫ننګرهار د ژبې او ادبیاتو پوهنځي ته ورکامیاب شوم‪ ،‬چې اوس مې د ‪ ۴‬میاشتې درسونه روان و‪.‬‬

‫جنرال پوهنځي ته د ورکامیابېدو مبار کي راکړه او په غوږ کې یې راته وویل‪ :‬سړی درته ادیب ووایي؛ که سرتیری؟‬

‫ما وویل‪ :‬کوم یو چې په زړه درته ښه لګیږي‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬حیران یم چې څنګه ‪ ۳۶۰‬درجې تغیر کوې‪ ،‬له مونږ سره یو پټ سرتیری او له خپلو ټولګیوالو سره خوږ ملګری‪.‬‬

‫جنرال ته مې وخندل او ومې ویل‪ :‬ټیم ته مې د پټ ساتونکي (‪ )secret guard‬نوم ټاکلی‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬نوم ګرامري غلطي لري‪.‬‬

‫کړه مې‪ :‬له قصده مې دا نوم ورته غوره کړی؛ مطلب باندې به یې بیا کله پوه شې‪.‬‬

‫هغه وموسل‪ :‬ښا نو سبا ته یې درسره پوره پوه کړه‪ ،‬چې راتلونکې اونۍ د د یکشنبې په ورځ به خپل لومړني عملیات ترسره کوو‪.‬‬

‫زمونږ د لومړني امتحان ورځ راورسېده؛ هر څه راته عجیبه‪ ،‬عجیبه ښکارېدل‪ ،‬یو څه اندېښنه او لږه ډیره وارخطایي راسره مل وه‪.‬‬

‫د شپې ‪ ۱۲‬بجې شو ې‪ ،‬چې د ورځې دنده ترسره کوونکي سرتیري له خپل کنډکه را ووتل؛ د عملیاتو سیمه د یو داسې زورواکي او پخواني‬
‫جهادي قوماندان کور و‪ ،‬چې وسله وال یې ساتل؛ د عملیاتو مشري ما او څار په خپله جنرال کاوه‪ .‬د ‪ ۱۰‬هغو کسانو ګډ ټیم مو جوړ کړ‪ ،‬چې‬
‫دولتي دندې یې پریښې وې‪ .‬زمونږ په ګډون د ټیم د غړیو شمېر ‪ ۱۲‬ته رسېده او ‪ ۱۰‬تنه نور برحاله حکومتي سرتیري په شاوخوا سیمه کې‬
‫تت شوي وو‪ .‬په نیم ساعت کې مو عملیات ترسره کړل‪ .‬عجیبه عملیات و‪ ،‬د سترګو په رپ کې مې ‪ ۶‬الشه اوچت شول‪ .‬لږ څه هیښ شوی او‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫حیران وم‪ .‬دماغي کشمکش نیولی وم؛ خو جنرال راته ډاډ را کړ‪ .‬لومړني عملیات له ډیرو غلطیو سره مل پای ته ورسېدل اوورپسې د نورو‬
‫عملیاتو لړۍ پیل شوه‪.‬‬

‫په لومړي سر کې مو عملیات یوازې تر ننګرهاره اړوند و؛ خو وروسته یې پراخوالی وموند او ان تر کابل‪ ،‬کونړ‪ ،‬لغمان او پنجشیر‬
‫غوندې سخت والیت پورې وغځېدل‪ .‬د عملیاتو ډول مو له ډله ییزو بریدونو څخه د د یو تن عملیاتو‪ ،‬چریکي بریدونو او تهاجمي حملو لور ته‬
‫بدل شول؛ ځکه ټول ‪ ۳۰‬سرتیري په یو وخت له خپل کنډکه نشو را وتلی؛ نو ځکه مو د ‪ ۵‬او ‪ ۶‬کسانو د ګروپي عملیاتو پالنونه جوړول او‬
‫کله چې د پټو عملیاتو میاشت پوره شو‪ ،‬په کابل او جالل اباد کې جنایي پېښې (ترور‪ ،‬اختطاف‪ ،‬غال‪ ،‬جنسي تجاوز‪ ،‬د سوداګرو وژنه‪ ،‬د‬
‫سیاسیونو بلک میل کول او‪ )...‬ډیرې کمې شوې وې؛ خو ال هم د چارواکو په مالتړ د زورواکانو او غیر مسؤلو وسله والو ګرځېدلو سخت‬
‫خواشیني کړي وو‪.‬‬

‫یوه ورځ مو خپل ‪ ۶‬میاشتنی راپور له کاري ټیم سره تیاراوه‪ ،‬چې جنرال وویل‪ :‬دا ځل به له تاسې ‪ ۱۲‬کسان تخار ته د یو مشهور قاتل او‬
‫زورواکي د ختمولو له پاره ځي؛ د عملیاتو مشري زه کوم ستاسې له ډلې مې (سمسور‪ ،‬عمر‪ ،‬انعام‪ ،‬شفیق او ګلستان) ټاکلي او ‪ ۶‬هغه کسان‬
‫ځان را معرفي کړئ‪ ،‬چې حکومتي وظیفه (عسکري) یې پریښې؛ ځکه دغه عملیات یوه اونۍ وخت نیسي او په امنیتي لیکو کې برحاله‬
‫ځوانان عملیاتو ته الس رسی نشي کولی‪.‬‬

‫په تېرو ‪ ۶‬میاشتو کې زمونږ د ټیم ترمنځ همغږي او مینه تر دې کچې رسېدلې وه‪ ،‬چې یو د بل لېدلو ته مو شېبې ساتلې‪ ،‬عملیات مو د زړه‬
‫له تله په پوره مینې سره ترسره کول‪ ،‬ډیر داسې څه مو زده کړل‪ ،‬چې حکومتي ځواکونو به خوب کې نه وي لیدلي‪.‬‬

‫یوه ورځ د مارشل ارټ پر مهال د سینه کشۍ ټریننګ و‪ ،‬انعام او ګلستان په سیالۍ شول‪ ۵۰ ،۵۰ ،‬ځله یې سینه کشي وکړه‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬سراسر غلط‪...‬‬

‫ټول حیران وو‪ ،‬چې امنیتي ځواکونو کې د جلب و جذب پر مهال ټرینرانوورته څه و نه ویل؛ خو دغه ‪ ۲۱‬کلن ځوان زمونږ سینه کشي‬
‫ردوي‪.‬‬

‫بیا مې دری‪ ،‬دری سیمټي بالکونه کېښودل د یو لوري په بالکونو مې السونه ‪ ۹۰‬درجې زاویې سره سم کېښودل‪ ،‬چې د اوږو ټول فشار یې‬
‫اخیستی و‪ ،‬په بل لوري مې پښې کېښودې‪ ،‬چې شخوالی یې د اوښ له غوښې زیات و‪ .‬د دواړو پښو او السونو ترمنځ فاصله مې ورته‬
‫ځانګړې کړه‪ ،‬او دا مې هم ورته روښانه کړه‪ ،‬چې کله سینه او السونه د ځمکې خوا ته ښکته کیږي؛ نو سینه باید تر کومې کچې الندې شي‬
‫او السونه څنګه ټیټ کړو‪ ،‬مایل‪ ،‬افقي او که کوم بل انداز کې‪ .‬کله چې د سیکریت ګارډ ټیم د پوش اف سمه طریقه زده کړه؛ نو له ‪ ۵۰‬ځلې‬
‫سینه کشۍ په ډیره خواري ‪ ۱۰‬ځلو ته راښکته شوه‪.‬‬

‫مونږ په راتلونکې اونۍ کې د تخار عملیاتو ته تیاری پیل کړ‪ .‬د وسلو تیارول‪ ،‬د عملیاتو ډول‪ ،‬د سیمې له جغرافیې سره اشنایي او دا چې په‬
‫کومه جامه کې سیمې ته الړ شو؛ تر ټولو مهمې نقطې وې‪.‬‬

‫‪ ۵‬ورځې وروسته مو د عملیاتو ګروپ تیار کړ‪ ،‬چې زه پکې د مارشل ارټ لوبغاړی‪ ،‬جنرال پکې یو پیاوړی مشر‪ ،‬انعام او ګلستان ‪۲‬‬
‫کمانډویان او نور کسان عادي سرتیري و‪.‬‬

‫د پالن جوړونې پر مهال جنرال وویل‪ :‬عملیات د تخار د ورسج ولسوالۍ په یاور سیمه کې دي‪.‬‬

‫د سیمې نقشه مو وڅېړله؛ هاخوا دیخوا ځایونه مو مطالعه کړل‪ ،‬دا چې سیمه سیل او توریزم ته جوړه وه‪ ،‬یوولس تنه د سیالنیانو په جامو‬
‫کې الړو او جنرال له ځانه د ټرک موټروان او ما کلینر جوړ کړ‪ .‬په ټرک ماډله موټر کې مو کیمرې تیارې کړې‪ ،‬چې منځ یې له باردو جوړ‬
‫و‪ .‬په الره کې مو سبزي له ځانه سره واخیستې‪ ،‬چې منځونه یې مرمیو او د دوربین لرونکو وسلو له پرزو ډکې وې‪ .‬ټرک مو ټول له‬
‫سبزیجاتو ډک کړ‪ ۵ ،‬تنه له مونږ سره وختل او ‪ ۵‬نور په کروال موټر کې راسره روان شول‪ .‬په بغالن کې یوې پوستې را ونیولو‪ ،‬چې چیرته‬
‫ځئ‪ ،‬جنرال ورته وویل‪ :‬دغ ه سبزي تخار ته وړم‪ .‬د موټر باډۍ یې وکتله؛ عمر‪ ،‬انعام‪ ،‬شفیق او ګلستان په موټر کې ناست و‪ ،‬دوو یې وطني‬
‫سندرې اورېدلې او دوو نورو یې کیمرو باندې عکسونه اخیستل؛ د الرې ساتونکو پولیس‪ ،‬چې ورغلل له موټره ورښکته شول او له هغوی‬
‫سره یې هم څو عسکونه واخیستل‪ ،‬بیا نو عسکرو دوهمه خبره ونکړه او مونږ بیرته روان شو‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫یاور سیمې ته ورسېدو؛ دری ځایه مو د یوې شنې درې د خوړ تر غاړې خیمې ووهلې‪ .‬عملیات تر وروستي حده سخت و‪ .‬په سیمه کې د‬
‫کم وخت له پاره پاتې کېدل او د زور واکي د کور په شاوخوا کې د زیاتو غیر مسؤلو وحشي ټوپکوالو ګرځېدل راګرځېدل؛ هغه څه و‪ ،‬چې د‬
‫زورواکي ژوند یې له امله دوه ورځې نور هم اوږد شو‪ .‬په دریمه ورځ مې له ځانه خبلایر او له انعام نه کیمره مین جوړ کړ‪ .‬د زورواکي د‬
‫انټرویو اخیستلو ته ورغلو‪ .‬لومړیو کې اجازه نه راکول کېدله؛ خو وروسته چې اجازه راکړل شوه؛ نو نېغ د زورواکي کوټې ته روان شو‪ .‬د‬
‫کور سیستم یې ګډوډ و‪ ،‬د کور خونې کوچنۍ او وړې‪ ،‬د ځینو چتونه لوڅ او ځینې بیا له ښه لنټري چت نه برخمنې وې‪ .‬یوې پخې خونې ته‬
‫الړو‪ ،‬د کوټې شاوخوا مې وکتله‪ ،‬په کړکیو کې یې اوسپنیز سیخان و‪ .‬د زورواکي په مخ کې ودرول شو؛ کیمره مین یې را نه بهر ووېسته؛ د‬
‫خونې دروازه یې وتړله؛ کیمره مې په کړکۍ کې نصب کړه؛ ومې کتل‪ ،‬چې هلته دوه تنه وسلوال والړ و‪ .‬انټرویو مو پیل شوه؛ د زورواکي‬
‫نوم شیر بچه خان و‪ ،‬د انټرویو تر نیمایي مې د زده کړو‪ ،‬فعالیت‪ ،‬هدفونو او کارنامو کېسې ترې واورېدې او چې څنګه یې د یوې پېغلې د بې‬
‫پته کولو کېسه شروع کړه؛ نو په تندي مې یو کلک عسکري سوک ورکړ‪ .‬چیغه یې وختله؛ ژر مې د زهرو ډکه پیچکاري په سټ کې ور‬
‫ولګوله؛ دی وتړپېده؛ یو دم دروازه خالصه شوه؛ دوه تنه را دننه شول؛ د یو الس کې ماشینه او د بل کې تمانچه وه؛ ما په خپل بوټ کې پټ‬
‫کړی چاقو ماشینې لرونکي وسله وال په سینه ور خښ کړ؛ په دوو جمناستکي ټوپونو مې ځان د ماشینې لرونکي وسله وال تر پښو ورساوه؛‬
‫په یوې لغتې سره یې ماشینه له السه ولوېدله؛ خطایي ډزو باندې یې د قوماندان شیربچه پښې ولګېدلې؛ د وسله وال له خولې چیغه وختله‪ :‬اقای‬
‫شیر؛ اقای شیر‪ ...‬ما له وخته په ګټې اخیستنې سره هغه په مال کې په ګونډه وواهه او ماشینه مې ترې واخیسته‪ .‬دوه ډزې مې وکړې او جنرال‬
‫غورځنګ هم پوه شو‪ ،‬چې د خبرداري ډزې یې وکړې؛ په کور را وختل؛ ما د دواړو وسله والو او زورواکي قوماندان کار ور خالص کړ‪.‬‬
‫انعام پسې راغلم؛ څنګ ته یې دوه کسان را روان وو‪ ،‬چې ده ته نه ښکارېدل د ماشینې یوې بخۍ د دواړو سینې سورۍ‪ ،‬سورۍ کړې‪ .‬د کور‬
‫له انګړه مې انعام په یو وزر کې ونیو؛ تمانچه مې ورکړه؛ یوې تیارې خونې ته را په شا شو؛ له بلې خوا د جنرال او نور ټیم ډزو زور‬
‫واخیسته؛ مخکې له دې چې نور وسله وال را خبر شي؛ عملیات مو ختم کړل؛ د مړیو شمېر ‪ ۱۴‬تنه و‪ ...‬جنرال مخابره وکړه‪ :‬اتل‪ ،‬اتل یو‪...‬‬
‫تاسې خوندي یئ‪ .‬ومې ویل‪ :‬اتل‪ ،‬اتل یو! هو مونږ خوندي یو‪ .‬الړو او ژر‪ ،‬ژر مو خپلې خیمې ټولې کړې‪ .‬د سبزیجاتو له ډلې چې څومره‬
‫رومیان او پیاز پاتې و؛ د سیمې په خلکو مو وویشل او په دریو ساعتونو کې د تخار مرکز تالقان ته ورسېدلو‪ .‬په الره کې جنرال راته وویل‪:‬‬
‫قوماندان دې ښه صحیح وواژه‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬هو‪.‬‬

‫جنرال زیاته کړه‪ :‬د پالن له مخې‪ :‬تا چې لومړۍ ډزې کولې باید د قوماندان په خونې کې بند پاتې شوی وای او نور کار به مونږ ختمولو؛‬
‫خو داسې ونشول‪.‬‬

‫ومې خندل‪ :‬انعام یې له کوټې بهر بې وسلې ایسار کړ و؛ نو ځکه ما هم په دوهم پالن سوچ وکړ‪.‬‬

‫ــ دوهم پالن‪...‬؟‬

‫ــ هو؛ زه هر پالن ته یو بل پالن هم جوړوم‪ .‬که چیرې ما په قوماندان ډزې کړې وای او همداسې په خونې کې پاتې شوی وای؛ نو د‬
‫کړکۍ په شا کې والړو وسله والو انعام او زه ښه په اسانۍ وژلي شو‪ .‬مونږ سره یوازې چاقو و؛ نوره وسله نه وه‪.‬‬

‫ــ نو بیا دې قوماندان څنګه وواژه‪.‬‬

‫ــ لومړی مې په تندي سوک ورکړ او بیا مې زهر ور پیچکاري کړل‪.‬‬

‫ــ زهر؟‬

‫ــ هو؛ ډزو باندې ټول خبرېدل؛ له سوک سره مې بې هوښه کړ او زهرو باندې مې ختم‪...‬‬

‫ــ چې بې هوښه شو؛ نو وسله وال څنګه در خبر شول؟‬

‫ــ قوماندان ترپکې ووهلې؟‬

‫ــ له هغوی سره دې څه وکړل؛ معامله مې په ډزو ور ختمه کړه او تر هغو پورې تاسو هم خبر شوئ‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫جنرال وموسل‪ :‬په راتلونکي کې دوهم پالن مونږ سره هم شریکوه‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬سمه ده‪.‬‬

‫جنرال ناڅاپي وویل‪ :‬ستا په فکر قوماندان به په زهرو ښه سم مړ شوی وي‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬هو؛ هغه به ښه سم وژل شوی وي‪ .‬کله مې چې دوهم ساتونکی وسله وال په لغته وواهه؛ خطایي ډزو یې جنرال ټپي کړ‪ ،‬چې تر‬
‫دریو ساعتونو پورې به د وینې له کمښته هم مړ شوی وي او که څوک ژر ورته را رسیدلي وي؛ نو زهر دې زنده اباد وي‪.‬‬

‫جنرال راځیر شو‪ :‬او که زهر هم ترې ویستل شوي وي‪.‬‬

‫خندا مې زوروره شوه‪ :‬جنرال صیب نادره وایې‪ .‬ستا به پام شوی وي او که نه؛ خو مونږ چې راتلو ټوله سیمه مو وڅارله؛ یوازینی کلنک‬
‫په ورسج ولسوالۍ کې دی‪ ،‬چې یوازې د تبې او ټوخي درمل پکې ورکول کیږي‪ .‬هلته هم سړی په ‪ ۴۵‬دقیقو کې رسیږي او تر تالقانو ‪۳‬‬
‫ساعته دي؛ نو ‪ ۳‬ساعتونو کې وینه هم ختمیږي او زهر هم انسان ختموي‪.‬‬

‫جنرال السونه وپړقول‪ :‬سړی څه ووایي؛ سمسوره‪ .‬په کم عمر ډیر تېز یې‪.‬‬

‫بیا یې زما الس ته اشاره وکړه‪ :‬په دې کڅوړه کې څه شی دي‪.‬‬

‫ــ جنرال صیب سبزیجات دې وړي و‪ ،‬ټول خرڅ شول‪ ،‬پیسې دې څه کړې؟‬

‫ــ پوه نشوم سمسوره؟‬

‫ــ دا کڅوړه مې د قوماندان د وژنې پر مهال د هغه له کوټې نه را واخیسته؛ سراسر له ډالرو ډکه ده‪ .‬نه پوهېږم دې خاین او حرامي به پرې‬
‫کوم ناکاره پالن عملي کاوه‪.‬‬

‫د جنرال سترګې له حیرانتیا خالصې پاتې شوې‪.‬‬

‫مونږ بیرته ننګرهار ته راغلو‪ .‬وضعه مو بیرته ارامه شوه؛ جنرال سره مې یوځای د جاسوسي شبکې د فعالیت پر زیاتولو کار پیل وکړ‪ .‬د‬
‫هیکنګ له پاره مو یو ملګری پیدا کړ‪.‬‬

‫فعالیت مو له عادي مجرمانو‪ ،‬تر لوړ پوړو زورواکانو پورې ورسېده؛ ان تر دې چې یوه ورځ مو د دوو خویندو قاتل امنیه قوماندان د‬
‫انجونو د مور او پالر په السونو ووژاه؛ خو هغوی مو خبر نکړل‪ ،‬چې مونږ څوک یو‪.‬‬

‫د استخباراتي شبکو فعالیتونه ډیر پراخ شوي و؛ د ځینو دولتي ادارو سرورونه مو هیک کړي وو او هر ډول تخریبي کړنې مو څارلې‪.‬‬

‫ورځې او شپې تېرېدلې؛ زمونږ د عملیاتو کال پوره شو‪ .‬څو ځله مو مرګوني عملیات ترسره کړل‪ .‬یو ځل مې په چپې مټې دوه ګولۍ هم‬
‫وخوړلې‪ .‬جنرال خپله هم په ښۍ اوږه کې ولګېده او یو ملګری مو شهید شو‪ ،‬چې زما په ژوند کې تر ټولو ترخه تجربه او لیدنه وه؛ ان د مور‬
‫له مړینې هم زیات‪ .‬هغه ملګري د خپلې مور یو قاتل واژه‪ ،‬چې په سینې ولګېده او د جنرال په غېږ کې یې ساه ورکړه؛ د جګړې پر مهال مو‬
‫ډیر کنټرول کړ‪ ،‬چې باید وړاندې الړ نشي؛ خو هغه چې د مور قاتل ولیده؛ پرې ورمنډه یې کړه؛ هغه یې وواژه؛ خو د قاتل ساتونکو دی هم‬
‫شیهد کړ‪ .‬کله مو چې جسد د هغه کورنۍ ته د حکومت له لوري سپاره؛ نو ټولو پرې ژړا کوله؛ خو ما ورته وویل‪ :‬ستاسې شهید ورور ویل‪،‬‬
‫چې زما په جسد ژړا ونکړئ؛ ځکه ما مې د مور قاتل وواژه‪ .‬په هغه وخت کې پوه شوم‪ ،‬چې د مور د قاتل وژل څومره ستره بریا ده؛ ځکه د‬
‫ټولو خویندو او وروڼو په سترګو کې ېی ځال وګرځېدله‪.‬‬

‫ژوند په مخه تېرېده د ‪ ۲۰۰۹‬کال د اپریل میاشت تر نیمایي تیره شوې وه‪ ،‬چې کابل کې د کورنیو چارو وزارت تر څنګ عملیات پالن‬
‫شول؛ عملیاتو کې یوې انجلۍ ته هم ضرورت و‪ .‬جنرال یوه تکړه انجلۍ راسره ملګرې کړه؛ نوم یې ښکال و؛ په ښکال رښتیا هم ښکال ختمه‬
‫وه؛ نوم یې ښه اثر پرې کړی و‪ .‬په عملیاتو مو پوهه کړه؛ پالن او نقشه مې د جنرال په کور کې یوه شپه د عملیاتو ټیم ته ور وښودل؛ د اپریل‬
‫په وروستۍ نېټې د کورنیو چارو وزارت څنګ ته د محصلینو په نوم الړو‪ ،‬چې ګواکې د کابل د تاریخي سیمو لیدلو ته راغلي یو‪ .‬د عملیاتو‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫وخت د شپې له ‪ ۱۱:۳۰‬تر ‪ ۱۱:۴۵‬پورې و‪ .‬مونږ باید له پنجشیر نه د راغلي زورواکي ګیالن زوی وژلی و؛ ځکه هغه په یوه شپه د کابل‬
‫پوهنتون له دریو انجونو سره د ملګرو په ګډون ډله ییز جنسي تیری وکړ او بیا یې هغوی په رسنیو کې بدنامې هم کړې‪ .‬د یوې انجلۍ پالر‬
‫ځان وژنه وکړه او پاتې دوو ته مونږ وعده ورکړه‪ ،‬چې د دوی په السونو به یې د لوڼو قاتالن ور وژنو‪ .‬د کورنیو چارو وزارت په ‪۲۰۰‬‬
‫متري کې یوې عالي شانه ماڼۍ کې جوړو شویو د خوښۍ مراسمو کې چې د ګیالن زوی هم پکې ګډون کړی و؛ د کثافت وړونکي په جامه‬
‫ک ې ننوتلم؛ په مخ مې رنګ وواهه؛ ږیره مې وخریله؛ د کرکټ لوبو د امپایرانو چیلمچي ماډله خولۍ مې په سر کړه؛ مخ ته مې ماسک‬
‫واچاوه او ښکال ته مې هم د ښاروالۍ د کثافت ټولونې ټیم جامې ورکړې‪ .‬د خوښۍ مراسمو (پارټۍ) ته ننوتلو‪ ،‬کله چې ‪ ۱۱:۴۵‬بجې شوې؛ بیا‬
‫هم پارټي ختمه نشوه او تر ‪ ۱۲‬بجو یې دوام وکړ؛ زه ویرېدلم‪ ،‬چې مونږ په کرایه کړی‪ ،‬ټرک الړ نشي‪ .‬جنرال په مسلسله توګه زنګونه‬
‫راوهل؛ زما هم نور صبر تمام شوی وی‪ .‬له څو ګیالسه مشروباتو سره یوځای د ګیالن د زوی مخې ته ورغلم؛ مشروبات مې ور وړاندې‬
‫کړل؛ هغه چې څنګه ګیالس وڅښه؛ نشه پرې راغله؛ ښکال د هال (دهلیز) کیمرو ته شا کړه او د هدف وړ شخص مخې ته دوه ځله تاوه را‬
‫تاوه شوه‪ ،‬څه عجیبه اداوې یې ورته وکړې او چې څنګه د هغه کس سترګې پرې ولګېدلې؛ دواړه د یوې خونې په لوري الړل؛ زه ورپسې‬
‫شوم‪ .‬له پارټۍ ووتلو؛ د تیارې خونې په دروازه کې مې د ګیالن زوی د سر په هغې حصې وواهه‪ ،‬چې خلک وایي‪ :‬ټول دماغ پکې راجمع‬
‫وي‪ .‬هغه وغورځېده؛ ژر مې د بې هوښۍ ستنه ورته ولګوله‪ .‬ښکال له پښو او ما له السونو ونیو؛ د کثافتو په څلور ټایره لرونکې کثافت دانۍ‬
‫کې مې وغورځاوه‪ ،‬دپاسه مې د مشروباتو او خوړو پالستیکي ډبې اوبوتلونه هم پرې ور وغورځول او الندې ښکته شو‪ .‬جنرال ټرک د‬
‫ښاروالۍ د ټرکونو په څیر رنګ کړی درولی و‪ .‬په شا یې د ښاروالۍ شعارونه هم لګیدلي و‪« :‬سیالنیان د ښاریانو مدنیت او پرمختګ له ښاره‬
‫معلوموي؛ نو خپل ښار پاک وساتئ او کثافت په ټاکلو ځایونو کې په کثافت دانیو کې وغورځوئ»‪ .‬کس مې موټر ته کړ او ځانونه مو نیغ‬
‫پلڅرخي ته ورسول؛ هلته مې د ګیالن د زوی له امله د مړو شویو انجونو میندې او خپلوان را ټول کړي و‪ .‬تمانچې مې ورکړې‪ ،‬ټولو سر تر‬
‫پایه مرمۍ پرې وچلولې او انصاف ورته ورسېده په هغه ځای کې را معلومه شوه‪ ،‬چې ښکال د وحشت ښکار او شهیدو شویو انجونو له ډلې د‬
‫یوې خور وه‪.‬‬

‫له دې وروسته مو د جاسوسانو په ختمولو الس پورې کړ‪ .‬لومړني عملیات مو د دفاع وزارت دننه پالن کړل‪ .‬د وزارت یو لوړ پوړي‬
‫مامور ایران ته د افغان دولت معلومات رسول او څو ځایه د ده په بې ځایه هدفونو بهرنیانو د ملکیانو کورونه هم بمبار کړي و‪ ،‬چې مونږ ته‬
‫د زغم وړ نه و‪ .‬زمونږ استخباراتي نېټورک ښودله‪ ،‬چې هغه د ورځې په دفاع وزارت کې وي او د شپې له مخې د باالحصار څنګ ته د‬
‫امریکایانو یوې اډې ته ورځي‪.‬‬

‫دا زمونږ له پاره لومړني عملیات و‪ ،‬چې ښایي بهرنیان هم راسره مخامخ شوي وای‪ .‬د ‪ ۲۰۰۹‬کال د جوالیي ‪ ۲۸‬مه نېټه وه‪ ،‬چې جنرال د‬
‫دغو عملیات پالن راسره جوړ کړ‪ ،‬فیصله دا وه‪ ،‬چې عملیات به جنرال ترسره کوي؛ ځکه زه ډیر ستړی شوی یم؛ خو زما ټینګار جنرال‬
‫شاتګ ته اړ کړ‪ .‬د عملیاتو اړوند ټول ضروریات پوره شول‪ .‬دې نتیجې ته ورسېدو‪ ،‬چې دوه کسه باید عملیات په مخه یوسو‪ .‬لومړی تن باید‬
‫د شپې ناوخته د بهرنیانو د اډې په دروازه کې د تاالشۍ کیمرې هیک کړي او په خپله مخه الړ شي او دوهم تن (زه) باید د اډې دننه الړ شم‪.‬‬
‫د باالحصار دغه اډه وړه وه؛ د ګوتو په شمېر فرانسوي او امریکایي ځواکونو پکې مېشت وو‪ .‬په یو کروال موټر کې د اډې شا ته ورسېدو؛ ما‬
‫زنځیر او سیم خاردار پرې کوونکی پالس او قینچي راواخیستل او هیکر مې دروازې ته ولېږه‪ ،‬چې څنګه کیمرې هیک شوې؛ په اډه کې د‬
‫خطر زنګونه وکړنګېدل؛ توجو ټوله عمومي دروازې ته شوه؛ ما په اساني وکړای شول‪ ،‬چې د بېس (اډې) یوازیني ټاور ته ځان ورسوم‪ .‬له‬
‫دیواله د اوختلو په وخت کې مې خپل جمپر په سمي خاردارو ویړ کړ؛ همداسې پرې ځوړند شوم او ځمکې ته ورسېدم؛ ټاور ته وختلم او د‬
‫ټاور کس مې په هماغه ځای کې وواژه؛ په بې غږه تمانچې مې د ټاور لیزر لرونکی بلپ وویشته‪ .‬نېغ د پالن جوړونې او استخباراتو خونې‬
‫ته الړم‪ .‬د در وازې شا ته ودرېدلم؛ یو تن را ووت؛ یو الس مې له خولې ورته تاو کړ او په بل الس مې د څټ غم ور وخوړ‪ .‬دوهم کس غږ‬
‫وکړ‪( where are you clarke :‬چیرته یې کالرکه) په خونه کې د دوو تنو غږ و‪ ،‬پوه شوم‪ ،‬چې حمله او دفاع کولی شم‪ .‬ور ننوتلم‪ .‬په ښي‬
‫الس کې مې لیزر له ځانه لیرې ونیو؛ ما ویل که د رڼا په لوري ډز کوي؛ نو له بدنه به مې لرې وي او خوندي به یم‪ .‬لیزر د یو فرانسوي‬
‫عسکر سترګې ووهلې؛ ما د بې غږه تمانچ ې ګولۍ پکې سړه کړه؛ ورپسې مې په عادي جامو کې ناست تن باندې تمانچه کېښوده او د سر وینه‬
‫یې په دیوال وغورځېدله؛ په دې وخت کې له شا نه یو تن زما په په اوږه ماشینه کېښوده؛ په پوځي خولۍ نصب چراغ یې روښانه کړ‪ .‬ما له‬
‫ځانه سره مې وویل‪ :‬بهرنیان هم دومره بې عقالن دي‪ ،‬چې یو روزل شوي چریکي بریدګر ته ماشینه په اوږه ږدي‪ .‬د مارشل ارټ د ټریننګ‬
‫ورځ رایاده شوه‪ ،‬چې خپلو ملګرو ته مې د همدې وضعیت د کنټرول چل ور ښوده؛ په ټریننګ کې انعام زما په اوږه ماشینه کېښوده؛ ما په‬
‫پښو کې لغته ورکړه او ماشینه مې ترې ونیوله؛ بیا مې پوه کړل‪ ،‬چې د مارشل ارټ یو لوبغاړی کولی شي؛ یو متر او حتی یو نیم متر کې‬
‫لرې والړ تن باندې له شا حمله وکړي او کار یې ور ختم کړي‪ .‬السونه مې پورته کړل‪ .‬بهرني عسکر ماشینه نوره هم رالنډه کړه‪ ،‬بیلوټ یې‬
‫وواهه او چې څنګه یې غږ ته خوله جوړوله؛ د پښو ترمنځ مې یوه مضبوطه لغته ورکړه؛ له خوله یې چیغه پورته کېدله؛ خو ژر مې خوله په‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫الس وربنده کړه او د نورو په څیر مې د ده معامله هم ورختمه کړه‪ .‬په ډیر چل او هنر سره د ټاور څنګ ته الړم؛ د وژل شوي عسکر پوځي‬
‫دریشي مې واغوسته‪ ،‬د ټاور په اوسپنې مې یو پړی وتاړه‪ .‬له سیمي خاردار لرونکي دیوال نه مې ټوپ کړ‪ .‬ژر مې پړی خالص کړ؛‬
‫امریکایي ماشینه؛ فرانسوئ دریشي او انګلیسي تمانچه په الس مې د کروال لور ته ور منډه کړه؛ په لنډ وخت کې د بېس له شا نه عمومي‬
‫سړک او بیا تر خپل محفوظ ځایه ورسېدو‪ .‬عملیات بریالي وشول؛ خو زما زنګون د ټوپ پر مهال سخت زخمي شو‪ .‬په سبا مې د انټرنېټ له‬
‫الرې امریکایي نیویارک ټایمز‪ ،‬انګلیسي ګارډین او له کابله خپرېدونکې ویسا او انیس ورځپاڼې کتلې‪ ،‬چې د پرې شویو سیمي خاردارو‬
‫انځورونه پکې ګرځېدل‪ .‬عجبیه یې ال دا چې د برید مسؤلیت طالبانو په غاړه واخیسته‪ .‬ما جنرال ته وویل‪ :‬ښه ده؛ د امریکایانو توجه به‬
‫زمونږ لور ته نه راګرځي‪.‬‬

‫هغه وخندل‪ :‬بالکل نه؛ هغوی کلکه څېړنه کوي او طالبان کله هم دا ډول عملیات نه کوي؛ هغوی په بیسونو اکثره موټر بم او و ډله ییز برید‬
‫کوي‪.‬‬

‫د ‪ ۲۰۱۰‬کال په لومړۍ میاشت کې د لغمان د والیتي شورا د غړي یو تن ورور او خوریي په پېښور کې وتښتول شو؛ دغه خبر په رسنیو‬
‫کې هم غبرګون پیدا کړ‪ .‬جنرال غورځنګ یو پټ مالقات ورسره وکړ او د اختطاف شویو کسانو له کورنیو سره یې د ‪ ۲۰‬لکو کلدارو په بدل‬
‫کې د عملیاتو تړون السلیک کړ‪ .‬انعام یې د یوې ‪ ۴‬کسیزې ډلې په مشري پېښور ته ولېږه‪ ،‬چې زه هم پکې وم‪ .‬له پوښتنو‪ ،‬پلټنو او څو ځایه‬
‫عملیاتو وروسته را معلومه شوه‪ ،‬چې اختطاف ګر هره اونۍ د والیتي شورا غړي ته له بنو او ټل نه زنګونه وهي او پیسې ترې غواړې‪ .‬د‬
‫زونګ مخابراتي شبکې د ادارې په یو پېښوري کارمند مو د پیسو په بدل کې د اختطاف چیانو سیم کارټ تعقیب کړ او د ځای درک مو‬
‫ولګاوه؛ په یوې نیمې اونۍ کې له ټل نه افغانستان ته الړو او له هغې الرې مو برمته شوي کسان لغمان ته ورسول‪ ۲۰ .‬لکه روپۍ مو د خپل‬
‫ټیم د ‪ ۳۰‬تنو غړیو کورنیو ته ورکړې‪ ،‬چې هر یو ته ‪ ۷۰ ،۷۰‬زره ورسېدې او پاتې په عملیاتو مصرف شوې‪.‬‬

‫له دې وروسته په خوست کې ‪ ۷‬تنه ماشومان اختطاف شول او ‪ ۷‬نور ترور شول‪ ،‬چې اکثره یې تنکي زلمیان و‪ .‬د دغو عملیاتو له پاره‬
‫خپله جنرال الړ او په میرام شاه کې یې هغه ‪ ۷‬واړه ماشومان وموندل؛ بې عوضه یې خپلو کورنیو ته وسپارل؛ ما وویل‪ :‬جنرال صیب د‬
‫لغمان د والیتي شورا له غړي دې د دوو تنو په بدل کې ‪ ۲۰‬لکه پیسې واخیستې له دوی ولې نه؟‬

‫ویې ویل‪ :‬سمسوره بچی! هغوی ټول عمر د ولس په مال خېټه ډکه کړې؛ ما ال ترې کمې واخیستې؛ باید ‪ ۵۰‬لکه مې ترې غ وښتې وای‪،‬‬
‫چې د هر اتل سرتیري او وطن ساتونکي کورنۍ ته یو نیم لک ور رسېدلې وای او د خوست د ماشومانو کورنۍ غریبې او بې وسه دي؛ نو‬
‫ځکه یې حکومت هم غم نه خوړ؛ نو مونږ ترې څنګه پیسې واخلو‪.‬‬

‫له دې وروسته مو څو ځایه په کوزه پښتونخوا کې عملیات وکړل؛ خو ما پکې ایله دوه ځله برخه اخیستې وه‪ .‬یو ځل پېښور کې او بل ځل‬
‫پاړه چنار کې‪.‬‬

‫عملیات په همدې ځای تم نشول او دوام یې وکړ‪ .‬د ‪ ۲۰۱۰‬کال د جوالیي لومړۍ نېټه چې ټوله شپه مې عملیات کړي و او بله ورځ او شپه‬
‫مو هم له خوسته ننګرهار ته په راتګ تیره کړې وه؛ سهار مهال د جنرال په کور کې ویده وم‪ ،‬چې میرمن یې موبایل راته راوړ‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬د موبایل غږ دې کمزوری کړه‪.‬‬


‫ما ګوشکۍ ورته ولګولې‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬کشرۍ لور مې له لېسې کور ته در روانه ده؛ یو څوک یې تعقیبوي؛ ‪ ۵‬دقیقې لرې‪ ،‬چې ځان ور ورسوې؛ د ښار واټونه له ګڼې‬
‫ګوڼې ډک دي؛ زما میرمنې ته ووایه‪ ،‬چې زرغون کارټ راکړه؛ د تاالشۍ پر مهال یې عسکرو ته ور ښکاره کوه‪ .‬د میلمستون په المارۍ کې‬
‫زما پوځي جامې ایښې؛ په یوه دقیقه کې یې واغونده او د صحت عامې په لوري موټر بوځه (‪ )n 10001‬نمبر پلېټ لرونکی سپین سراچه‬
‫موټر دی‪ ،‬زما لور پکې ناسته ده؛ زه یې هم تعقیب کوم‪ .‬ما موبایل له ښي الس نه چپ ته تبدیل کړ‪ ،‬جامې مې را واخیستې او د جنرال میرمن‬
‫ته مې وویل‪ :‬ترورې د کور درو ازه بنده وساته؛ زه او جنرال صیب نیم ساعت کې راځو؛ تر هغو باید هیچا ته هم دروازه خالصه نکړئ‪.‬‬
‫جامې مې واغوستې‪ .‬او د صحت عامې په لوري مې د جنرال موټر والوځاوه‪ .‬په ‪ ۵۰‬متري کې یو سپین سراچه موټر روان و‪ ،‬چېتورې‬
‫شیشې یې درلودلې؛ په ډیر تېزوالي سره مې تعقیب کړ؛ خو له ګڼې ګوڼې ډکې یوې کوڅې کې را نه ورک شو‪ ۸ .‬دقیقې همداسې په یو او بل‬
‫لوري تللم‪ ،‬چې اخیر مې هم په یوې کوڅې کې په سراچه موټر سترګې ولګېدلې‪ .‬په دې وخت کې جنرال هم راورسېده‪ .‬د موټر په لوري‬
‫ورغلو‪ .‬د موټر مخه یو اپارتمان ته اوښتې وه؛ د څو کسانو په ملتیا ودانۍ ته ور دننه شولو‪ .‬له ډیر احتیاط سره مو ‪ ۶‬خونې ولټولې؛ هیڅ مو‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫و نه موندل‪ ،‬کله چې وروستۍ خونې ته ننوتلو؛ نو د دروازې په لومړي سر کې د دوړو منځ کې ایښودل شوي قدمونه مو ولیدل او چې خونې‬
‫ته ننوتلو؛ نو څلور الشونه پراته و؛ نور څوک نه ښکارېدل؛ جنرال سخت بې حوصلې شو‪ .‬زه هم چورتي وم؛ یو خوا او بل خوا مو کتل‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬هغوی کامیاب شول‪.‬‬

‫زه په کوټې کې د پرتې څوکۍ خوا ته ور وګرځېدم؛ ومې ویل‪ :‬نه جنرال صیب‪.‬‬

‫جنرال را وکتل‪ :‬څنګه او ولې؟‬

‫ورته کړه مې‪ :‬ستا د لور جسد نشته؛ مطلب ال هم ژوندۍ ده‪ .‬اختطاف ګر په څوکۍ کېناستلی او دا دی تر ‪ ۵‬دقیقو تېرېدلو وروسته یې هم د‬
‫بدن بوج په څوکۍ ښکاري او د څوکۍ ګدۍ یې ‪ ۲‬انچه ښکته کړې؛ مطلب د کس وزن له ‪ ۷۰‬ــ ‪ ۷۵‬کیلو کم نه دی؛ سیګریټ یې وهلي او د‬
‫کړکۍ د پردو له پورتنۍ برخې بوی خیژي مطلب بریدګر له ‪ ۱.۷۰‬نه تر ‪ ۱.۸۰‬مترو پورې قد لري‪ .‬د المارۍ د لرګي په چوکاټ ترسره‬
‫شوی ګوزار ښیي‪ ،‬چې کس مظبوط دی؛ خو دا چې څلور واړه ویشتل شوي کسان په سینه‪ ،‬او یا سر نه دي لګیدلي؛ بلکې څو جاغورې پرې‬
‫تشې شوې؛ نو مطلب چې په خپل کار کې زره قدرې هم ماهر نه دي؛ د یو تن درشي پاتې شوې او له جسدونو لیرې د کوټې په منځ کې پرته‬
‫وینه‪ ،‬چې جرۍ او مسیر نلري؛ څرګندوي‪ ،‬چې بریدګر یو تن نه وه‪ ،‬بلکې څو تنه دي؛ دوی په خپلو منځنو کې جګړه کړې او د یوه د موبایل‬
‫سیمکارټ او بیټرۍ او د بل تن د جامو شلېدلې ټوټه پاتې‪.‬‬

‫بیا د جنرال په لوري ور وګرځېدم؛ ومې ویل‪ :‬ضرور دوی د انجلۍ په اړه خپلو منځنو کې سره مخالف شوي او النجه یې کړې؛ څو‬
‫وارخطایي او عصبانۍ ډزې یې کړې؛ خو له دې ویرې چې النجې نه یې مونږ ګټه وانخلو؛ یو یا دوو اصلي کسانو د څلورو کوچنیو وسله‬
‫والو مړي همداسې پریښي دي‪ .‬خو زه حیران دې ته یم‪ ،‬چې د خونې په دروازه کې یوازې د یو تن د بوټونو یا چپړو چاپی ولې ښکاري؛ د‬
‫دې څلورو نورو کسانو د پښو خاپي ولې نشته؟‬

‫جنرال وویل‪ :‬ښایي دوی له کومې بلې الرې راغلی وي؟‬

‫هغه ته مې په ورکتلو سره وویل‪ :‬خو له کومې الرې او څنګه؟‬

‫دوه قدمه مې واخیستل او شا ته مې مخ را واړاوه؛ ګلستانه‪ :‬یو مضبوط څټک ته اړتیا ده‪ .‬هغه په ‪ ۵‬دقیقو کې الندې له کوم پنچرمین نه‬
‫څټک را واخیسته‪ .‬ما د کوټې فرش ټول کړ‪ ،‬المارۍ مې خالصه کړه او کړکۍ مې پرانیستې‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬څه سوچ در ولوېده؟‬

‫د نورو کسانو د بوټونو چاپي نشته؛ نه د را ننوتلو او نه د بیرته وتلو‪ ...‬کړکۍ هم ښه مضبوط سیخان لري؛ ضرور له دې خونې کوم بل‬
‫ازاد ځای او یا د پټېدلو سیمې ته الره شته‪ .‬هغه ګورم‪.‬‬

‫څټک مې په دواړو السونو کې ونیو‪ .‬د کوټې سیمټی دیوالونه او تر فرش الندې ساحه مې په څټک تېزه تېزه ووهله؛ خو په اواز کې یې‬
‫کوم فرق نه و او نه کوم ځای ډیر مات شو‪ ،‬چې زه ترې د زیرزمیني معنا واخلم‪ .‬ناهیلی په دوو پښو کېناستم‪ ،‬خو ناڅاپي مې فکر المارۍ ته‬
‫شو؛ ځکه د جامو شلېدلې ټوټه هم هلته ترالسه شوې وه؛ الړم المارۍ مې را چپه کړه؛ چې ومې کتل‪ ،‬شا ته یې سپین چونه کړی دیوال و؛ خو‬
‫د چونه کړي دیوال په رنګ کې فرق لرونکی بل رنګ ښکارېده؛ چې جوړښت یې والړ مستطیل ته ورته و؛ یعنې لکه دروازه داسې‪ ...‬الس‬
‫مې پرې را کښه؛ د کوټې د دیوالونو برخالف زیږ نه و؛ په څټک مې چې ګړز ورکړ؛ اواز یې د اوسپنې شو او سپین رنګ هم ترې والوت؛‬
‫بل ګړز مې ورکړ؛ نور رنګ هم ترې واوښته‪.‬ورپسې مو څو ټیلې او دیکې ورکړې؛ خو کار یې ونکړ؛ په پای کې مو برمه راوړه؛ دوه ځایه‬
‫مې سوري پکې وکړل او اوسپنه‪ ،‬چې دروازه ښکارېده؛ په کېبل باندې مو وتړله‪ ،‬کېبل مو له کړکۍ الندې ګوزار کړ او هلته مو موټر پسې‬
‫وتاړه؛ مونږ ټول له خونې ووتلو او موټر چې څنګه دوه ځله زور وکړ؛ نو ګړز شو‪ ،‬چې دروازه را خالصه شوه‪ ،‬سرتیري مو ټولو خونې ته‬
‫ماشه په الس ننوتل‪ .‬هر لور ته مو ځیر ځیر کتل‪ ،‬چې ناڅاپه د دروازې په لوري ډزې شوې؛ ما خپل تمانچه را واخیستله او کسانو ته مې د‬
‫مقابل ډزو کولو امر وکړ؛ خپله الندې ښکته شوم‪ .‬له موټره مې اوسپنیزه زینه را واخیسته‪ .‬کړکۍ ته وختلم او کس مې د کړکۍ نه په نس دوه‬
‫ځایه وویشته‪ .‬ډزې غلې شوې او زمونږ ټول ټیم خونې ته ننوت‪ .‬زه هم ورغلم؛ که ګورم‪ ،‬چې سوري نه یو ازاد او اوږد سورنګ تللی‪ ،‬سپینه‬
‫رڼا پکې خپره ده؛ خو هر لور ته یې کونجونه درلودل؛ له پوره احتیاط سره تمانچې په الس ور ننوتلو او څو تنه مو بهر د پیرې له پاره‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫پرېښودل‪ ،‬وړاندې الړو؛ یو تن مې ولیده‪ ،‬چې په سورنګ کې یو او بل لور ته ځي راځي؛ خو نښې ته نه برابریږي‪ ،‬ما له خپل جیبه چاقو د‬
‫هغه پښو ته ور وغورځاوه او کله چې هغه ورته راځیر کېده؛ په سر مې وویشت‪ .‬چې وړاندې الړم؛ یوه ډله تنکي هلکان او انجونې مې‬
‫ولیدل‪ ،‬چې تړل شوي په ځمکه ناست وو‪ ،‬یو تن ولیدلم؛ خو ما د چوپېدلو اشاره ورته وکړه‪ .‬هلک په هیله مند نظر را وکتل‪ .‬ما یې تر مخې‬
‫والړ کسان وشمېرل ‪ ۵‬تنه و؛ په مخابره کې مې جنرال ته ورو وویل‪ :‬زما لور ته ‪ ۴‬نښه ویشتونکي کسان را واستوه‪ .‬هغه له ‪ ۳‬نورو کسانو‬
‫سره راغی؛ په یو کونج کې زه او جنرال او په بل کونج کې ‪ ۳‬نور کسان ودرېدل؛ خپلې ماشینې مو نښې ته داسې برابرې کړې‪ ،‬چې وسله‬
‫والو ته مونږ نه ښکارېدو‪ .‬دا چې زه مخکې وم؛ جنرال وویل‪ :‬ستا امر ته به مو سترګې وي‪.‬‬

‫ما اخوا دیخوا وکتل‪ ،‬ماشومانو ته د تلفاتو اوښتل مې وسنجول؛ په اشاره مې ټول پوه کړل‪ ،‬چې زما له دریو ګوتو پورته کولو سره به په ‪۵‬‬
‫مرمیو ‪ ۵‬وسله وال په سرونو ولو‪.‬‬

‫ګوتې مې پورته کړې‪ :‬یو‪...‬‬

‫دوه‪...‬‬

‫او دری!‬

‫له دې سره په سورنګونو او د ماشومانو د اختطاف په دهلیز کې د ‪ ۵‬مرمیو انګازې شوې‪ ،‬انجونو او هلکانو چیغې کړې‪ .‬مونږ په هواري‬
‫او احتیاط سره ورغلو‪ .‬السونه مو ورته پرانیستل‪ .‬جنرال خپلې لور ته غاړه ورکړه؛ ما د هغه تن په لوري ور منډه کړه‪ ،‬چې خپلو وسله والو‬
‫ته یې امرونه کول او د خپلې ډلې مشر ښکارېده‪ .‬د سینې له چپ اړخ نه یې وینو دارې وهلې‪ .‬په کوم ځای مې چې ویشتلی و‪ .‬غټه ګوته مې‬
‫پکې ور خښه کړه‪ .‬له خولې یې چیغه وختله؛ جنرال او ملګرو مې ماشینه په الس راته ودرېدل‪ .‬ځیر شول‪ ،‬چې دا څه وشول‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬څه نشته‪.‬‬

‫جنرال له خپلې لور سره یوځای راغی‪ .‬ویې ویل‪ :‬دا کس څنګه مړ نشو؛ هغه نور څلور خو په خپلو وینو کې لوغړیدلي او بې حرکته پراته‬
‫دي‪.‬‬

‫جنرال ته مې ور وکتل‪ :‬څنګه به مړ شي؛ د سینې په چپ لوري؛ تر اوږې یو نیم انچ الندې مې ویشتلی‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬ولې؟‬

‫ومې خندل‪ :‬یاره جنرال صیب سړی تا ته څه ووایي؛ فکر دې نه و کړی‪ ،‬چې د برید هدف او د بریدګرو اصلي ځاله به له چا نه معلومو؟‬
‫وبښه خو یو ځل بیا مې دوهم پالن وکاروه او دی مې مړ نکړ‪.‬‬

‫جنرال شونډې وچیچلې؛ سترګې یې تنګې کړې او برګ برګ یې را وکتل‪ :‬سړی څه ووایي‪ .‬بیرته د ماشومانو لور ته ورغی‪ .‬ماسک یې له‬
‫خولې لرې کاوه‪ ،‬چې ومې ویل‪ :‬جنرال صیب د خطر منځ کې والړ یې او ماسک لرې کوې‪ .‬بیرته یې له خولې ګوتې لرې کړې‪ .‬لور یې له‬
‫السه کلکه ونیوله او د ماشومانو منځ کې کېناست‪ .‬په هغوی یې د خندا حالت کې انځورونه واخیستل‪ .‬بیا یې د ټیم نورو غړیو ت ه مخابره‬
‫وکړه‪ :‬خپلو ځایونو ته بیرته وګرځئ‪ .‬په دې وخت کې یې د امنیې قوماندانۍ یو تن قوماندان ته زنګ وواهه؛ بلې زوروره ! غورځنګ یم‪.‬‬

‫بلې؛ بلې‪...‬‬

‫اورم جنرال صیب!‬

‫څنګه بیا دې کوم ښکار وکړ‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬څه وکړم؛ زوروره؛ له عادته مجبور یم؛ ‪ ۷۰‬تنه هلکان او ‪ ۷۱‬انجونې دي؛ د عملیاتو نوم ورکړه او خپلو کورنیو ته یې‬
‫وسپاره‪.‬‬

‫له مقابل لوري غږ راغی‪ :‬یاره جنرال صیب؛ زما د تر قۍ او مخکې تګ کیلي همدا ته یې؛ خو ادرس هم راکړه که نه؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ د صحت عامې شا ته له عمومي سړک نه لومړۍ کوڅې ته را وګرځه؛ زما یو ملګری به دې سیمې ته را ورسوي‪.‬‬

‫په ‪ ۱۰‬دقیقو کې قوماندان زورور راغی؛ جنرال ور وپېژندلم؛ سمسور دی؛ زما د کور سیکورټي ګارډ‪...‬‬

‫قوماندان وخندل‪ :‬یوازې د کور ساتونکی او که؟‬

‫ــ هههه‪ ...‬نه زوروره دی مې ېوازې ساتونکی دی؛ نه ګورې چې هر وخت ماشینه په الس امر ته په سترګو والړ وي‪.‬‬

‫قوماندان سره له پایه را وکتل‪ .‬بیا یې مونږ ته اجازه راکړه‪ .‬له سیمې را ووتلو‪.‬‬

‫په الره کې جنرال راته وویل‪ :‬له هغه زخمي سره دې څه وکړل‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬د موټر په ډالې (د شاتني سیټ شا ته) اوږد غځېدلی‪.‬‬

‫پښې‪ ،‬السونه‪ ،‬سترګې او خوله مې ور تړلي او د بې هوښۍ ستن مې ورته لګولې ده؛ څه عجیبه ځنګلي څهره یې ده‪.‬‬

‫بیرته مې جنرال ته مخ ور وګرځاوه‪ :‬جنرال صیب تاسې ټول کریډیټ قوماندان زورور ته ورکړل‪.‬‬

‫ویې خندل‪ :‬زمونږ یې دومره خوښي بس ده‪ ،‬چې ‪ ۱۴۱‬کورونه مو له غمه وژغورل او د ‪ ۷۲‬انجونو عزت مو خوندي کړ‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬د انجونو شمېر ‪ ۷۲‬دی؛ خو تا جنرال ته ‪ ۷۱‬ووایه‪.‬‬

‫ــ خ پله لور مې ترې ووېستله‪ .‬زورور ته مې یوازې دومره ویلي‪ ،‬چې له تقاعد وروسته هم له دندې نه کېنم او عملیات به کوم؛ خو کریډیټ‬
‫به یې د ده وي؛ هغه هم منلې او زه یې په بدل کې کله ناکله د حکومت دننه مرسته ترې غواړم‪.‬‬

‫د جنرال لور ال له وړاندې موټر کې کېناستلې وه؛ تر څو یې قوماندان زورور و نه ویني‪ .‬زه او جنرال هم موټر ته ور پورته شو‪ .‬وضعه‬
‫بیرته قراره شوه‪ .‬د صحت عامې په لوري الړو‪ .‬د جنرال د کشرۍ لور (شبانې) ټیسټونه مو وکړل‪ .‬د هغې سر دوه ځایه مات و‪ .‬د ډیرې‬
‫ویرې له امله یې شدید سر درد درلود‪ .‬د عملیاتو او صحت عامه کې د ټیسټونه ‪ ۴۲‬دقیقې وتلې وې‪ ،‬چې جنرال ته مې وویل‪ :‬ما ستاسو میرمن‬
‫ته ویلي و‪ :‬چې مونږ به نیم ساعت کې راشو‪ .‬هغه به اندېښمنه وي؛ کور ته یو زنګ ووهه‪ .‬جنرال زنګ وواهه او زه د شبانې د بستر خونې‬
‫شا ته په انتظار ګاه کې پاتې شوم‪.‬‬

‫جنرال بیرته راغی‪ .‬ډاکټر ټیسټونه او د دوایي یو لېست را وسپاره‪ .‬له صحت عامې په موټر کې الړو‪ .‬له یو ستر درملتون سره مې نږدې‬
‫موټر ودراوه؛ دوایي مې را واخیسته او کله چې جنرال دوایي وکتله‪ .‬ویې ویل‪ ۳ :‬نسخې (دری ډوله) دوایي (دوه شربتونه او یو قسم ګولۍ‬
‫پکې کمې دي)‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬جنرال صیب ډاکټران نه دي ‪ ،‬قصابان دي‪ .‬ناروغ چې ورشي؛ زما د مور خبره د غڼې جال ترې تاو کړي؛ دری ډوله انټي‬
‫بیوټیک شربتونه او ګولۍ یې لیکلې وې؛ ټول یو شان وې؛ د سر درد له پاره یې ریلف او میډي ډال ګولۍ راکولې؛ ما وویل‪ :‬دا خو د زخم له‬
‫پاره نه دي؛ د عادي ډپرېشن ګولۍ دي؛ زه د زخم درد ته ګولۍ غواړم؛ نو یو ډول ګولۍ هم کمې شوې‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬د درملتون کسانو درته څه و نه ویل‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬یوازې دومره یې وویل‪ ،‬چې‪ :‬دومره په نسخه ښه پوهېږې؛ نو دا دوکان به درته پریږدو‪.‬‬

‫جنرال ښه پرې وخندل؛ خو شبانې په ټیټ غږ وویل‪ :‬ابا ورته خاندي‪ ،‬چې وطن کې داسې انسانان اوسیږي؛ خاورې به جوړ شي‪.‬‬

‫جنرال په اوږه وسکونډلم‪ ...‬زما ماشومه لور هم په رښتیا چې ستره شوې؛ د وطن غم یې پېژندلی‪.‬‬

‫جنرال سترګه راته ووهله او دواړو وخندل؛ خو ما د شرم له امله خندا په کمزوري غږ کې وکړه‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د جنرال عادت و‪ ،‬چې موټر یې ډیر سلو او په کم سرعت سره چالوه؛ خو زه بیا داسې نه وم؛ په خامه کې مې هم له ‪ ۴۰‬او ‪ ۵۰‬کیلومتر نه‬
‫په کم سپېډ سره نه دی ګرځولی؛ زړه به مې ورته تنګېده‪ .‬له جنرال نه مې اجازه وغوښتله؛ خپل موبایل ته مې الس کړ‪ .‬د سمسنګ کمپنۍ ټچ‬
‫موبایل جنرال ته له بهره کوم ملګري رالېږلی و؛ خو هغه د ‪ ۲۰۱۰‬کال په لومړنۍ ورځ ما ته راکړ‪ .‬د موبایل له الرې خپل استخباراتي مرکز‬
‫سره په اړیکه کې شوم؛ د اتصاالت انټرنېټ کمزوری و؛ د ایم ټي این (اریبه) شبکې ته واوښتم‪ .‬له مقابل لوري زمونږ د انټرنیټی سرور د‬
‫دری کسیزې ډلې مشر زمان کاکا را غږ کړل‪ :‬پخیرونه سمسوره؛ څنګه یې؛ جنرال صیب څنګه دی او موټر کې درسره بل کس څوک دی‪.‬‬

‫جنرال هک پک ناست و؛ ور غږ یې کړل‪ :‬زمان صیب تا ته څه معلومه‪ ،‬چې مونږ سره بل کس هم شته؟‬

‫هغه ورته وخندل‪ :‬هیکر یم؛ ستاسې د استخباراتي شبکې غړی؛ د شطرنج په دې لوبه کې مې هندوان او روسان مات کړي؛ نو ستاسې د‬
‫موقیعت لټول بیا څه سخت دي‪ .‬د خپل موټر د اشټرنګ تر څنګ یو وړوکی تور بکس دی؛ هغه پرانیزه او وګوره‪ ،‬چې څه پکې دي؟‬

‫جنرال بکسه پرانیسته؛ یو تور موبایل ډوله ماشیني اله پکې وه‪ ،‬چې شین غمی یې لګاوه‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬دا یې ال څه بال ده؟‬

‫ــ د موقیعت ښ ودونکی؛ که چیرې دې د شین غمي الندې بټن ووهله؛ بیا دې څوک نشي پیدا کولی او بله دا چې د سمسور په موبایل کې هم‬
‫د موقیت ښودونکی پروګرام انسټال دی‪ .‬هغه ما هیک کړی‪.‬‬

‫جنرال وټوخل او په تېزۍ سره یې وویل‪ :‬زمان صیب عمر دې د ‪ ۶۰‬دی؛ خو ته ال هم د ځوانۍ چمونه کوې‪.‬‬

‫هغه هم یوازې وخندل‪.‬‬

‫زمان کاکا د ‪ ۶۰‬یا ‪ ۶۱‬کلونو سړی و‪ .‬عموما ً په دغه عمر کې د خلکو پر مخونو او سرونو سپین وېښته والړ وی؛ خو زمان کاکا ال هم‬
‫چست او چاالک معلومېده؛ زده کړې یې د داود خان په وخت کې کړې وې‪ .‬د هیکنګ کورسونه‪ ،‬کمپیوټر ساینس او انټرنیټي جنګونو درسونه‬
‫یې په هندوستان او روسیه کې د ‪ ۴۵‬او ‪ ۵۵‬کلنۍ ترمنځ لوستلي و‪ .‬عجیبه سړی و‪ .‬سهار ماښام ټوقې؛ خو د کار پر مهال ډیر جدي؛ په خپل‬
‫رب پوره باور ساتونکی او یوه بله نادره به یې په اړه دا ووایم‪ ،‬چې کله به یې هم کوم سرور هیک کاوه؛ نو د هیکنګ د اینټر (داخلېدلو) له‬
‫بټنې سره به یې قبلې ته مخ کړ او دعاګانې به یې پیل کړې او کله به چې د ده عملیات کامیاب شول؛ نو یو ګیالس د کیشتې شربت به یې‬
‫څښه‪.‬‬

‫له جنرال سره د هغه کور ته ورسېدم؛ میرمن‪ ،‬دوه لوڼې او زوم یې له خپلو کارونو کور ته راغلي وو او د ډیرې اندېښنې له امله په‬
‫دروازه کې والړ و‪ .‬ټولو رامنډې کړې؛ څه شوي؟ شبانه چیرې؟ خدایه خیر کړې؟‬

‫جنرال ټولو ته ډاډ ورکړ‪ .‬ما کور ته د تللو اجازت وغوښته؛ خو د جنرال کورنۍ ډیر ټینګار وکړ او تګ ته یې پرېنښودم‪.‬‬

‫د غرمې ډوډۍ یې را تیاره کړه‪ :‬ټول په خپلو ځایونو کې کېناستل؛ د جنرال دری واړه لورانې‪ ،‬میرمنو کوچنۍ لمسۍ او د څو میاشتو لمسی‬
‫یوې خونې کې او زه یې له زوم سره په میلمستون کې ناست وو‪.‬‬

‫که رښتیا ووایم‪ .‬مسلسلو منډو ترړو او عملیاتو مې ذهني سکون له منځه وړی و؛ سخت نا ارامه وم؛ د جنرال لمسۍ د اوبو کوزه او‬
‫چیلمچي راوړل‪ .‬میرمن یې خواړه مخکې راته کېښودل‪ .‬خواړه مو خوړل‪ ،‬چې بهر برنډې کې ناستې شبانې خپلې مور ته زما او د سیکریټ‬
‫ګارډ ټیم کېسې کولې‪ .‬هغه د ډوډۍ له خوړلو وروسته یو ځل بیا زما مننې ته راغله او ویې ویل‪ :‬زویه حیرانه یم‪ ،‬چې څنګه دې مننه وکړم او‬
‫په کومه طریقه دې احسان اداء کړو‪ .‬ته خو زمونږ له پاره یوه اسماني پریښته ګرځېدلی یې؛ یو ځل دې زما د لمسۍ لور وژغوره او اوس د‬
‫لور‪ ...‬کاش چې له تا سره مې څه ښېګڼه په وس کې وای؟‬

‫د لومړي ځل له پاره مې د جنرال میرمن ته د ورکتلو زړه وکړ؛ چې سترګې مې ورسره ولګېدلې‪ ،‬بیرته مې ځمکې ته وکتل په توشکې مې‬
‫الس وهل شروع کړل او هماغسې په ځوړند سر مې وویل‪ :‬ترور سپین سترګی او خود غرضه درته ښکاره نه شم؛ خو زه له تاسې د احسان‬
‫په بدله کې یو څه غواړم؟‬

‫هغې وویل‪ :‬سر په سترګو لس ځلې یې وغواړه؟‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫جنرال هم راپورته شو او دغه غږ یې ورسره بدرګه کړ‪.‬‬

‫په ټیت غږ مې وویل‪ :‬که ته راته هر ځل همداسې زوی ووایې؛ نو زما د احسان بدل به اداء شي‪.‬‬

‫هغه وړاندې راغله؛ په تندي یې ښکل کړم؛ سر په سترګو زویه؛ ته ډیر خوږ او ښکلی یې‪ ...‬کاش چې ته ستا د ژوند له هماغې لومړۍ‬
‫ورځې زما زوی وای‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬څومره معصوم او سپېڅلی خواهش؛ بیا یې خپلې ښځې ته مخ ور واړاوه‪ :‬ترلې (د تره لور) د سمسور مور وفات شوې‪.‬‬

‫هغې وخ وکړل‪.‬وۍ زویه کاشکې مخکې خبره وای‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬څه پرواه نه کوي؛ ژوند دی؛ دا خو پکې راځي‪.‬‬

‫هغه الړه او زه هم له جنرال سره یوځای د هغه باغچې ته ورغلم‪ .‬د جنرال د کور تر څنګ ښکلې باغچه وه‪ ،‬یوه لویشت ځمکه څه چې‬
‫دیوالونه یې هم خړ نه و پاتې؛ په سر یې ورته ګلدانیو کې رنګارنګ ګلونه ایښي وو او د پیروتې ګل پرې پورته ختلی و‪ .‬له باد سره یوځای‬
‫ښکلې وږمې پورته کېدې؛ ما هم څو ځایه د کشمالي ګل ته الس وروړ‪ .‬ساعت نیم ساعت په باغچې کې پاتې شو او بیا له ‪ ۴‬ورځو وروسته د‬
‫خپلو ماما ګانو کره الړم‪ .‬هغوی به هر وخت راڅخه پوښتنې کولې‪ ،‬چې ولې دومره ورک‪ ،‬ورک یم‪ .‬ولې دومره بدل شوی یم او یو ځل یې‬
‫ان د الس د ټپي کېدلو شل رقمه پوښتنې را نه وکړ ې؛ خو ما په هو او نه ور ځوابولې او شل ډوله بهانې مې ورته کولې‪.‬‬

‫د پوهنتون د دریم سمیستر امتحانونه مې ورکړل‪ .‬د نمبرو فیصدي مې له ‪ ۹۴‬نه ‪ ۸۹‬ته راغورځېدلې وه‪ .‬ځکه چې ځینې کالسونه مې مېس‬
‫کړي و؛ خو د پخوا په پرتله یې ډیر غم نه راته دولتي پوهنتون و او له استاذانو سره هم د جنرال غورځنګ او خپل ماما له الرې بلد شوی‬
‫وم‪.‬‬

‫راتلونکې اونۍ کې ‪ ۳‬ځله عملیات وشول‪ ،‬چې مشري یې جنرال‪ ،‬ګلستان او انعام کوله‪ .‬ما د جوالیي تر ‪ ۱۰‬مې دمه وکړه‪ .‬په بله ورځ مې‬
‫ایمیل ترالسه کړ‪ ،‬چې پنجشیر کې عملیات دي؛ دا ځل به د ‪ ۵۰۰‬غیر مسؤلو وسله والو د مشر خاتمه ورکوو‪ ،‬چې په سیمه کې د بې وسو‬
‫خلکو په بې پته کولو مشهور دی‪.‬‬

‫په ځواب کې مې ورته ولیکل‪ :‬حاضر یم‪.‬‬

‫په بله ورځ د جنرال کور ته الړو‪ .‬په میلمستون کې پرېکړه وشوه‪ ،‬چې عملیات به ‪ ۳۵‬تنه ترسره کوي‪ .‬حیران شوم‪ ،‬چې ‪ ۳۵‬تنه یې ال‬
‫څوک شول؟‬

‫جنرال وویل‪ :‬ما په خپله ټیم کې ‪ ۱۰‬نوي ځوانان هم نیولي‪ ،‬چې ‪ ۲‬زمونږ د خپلې کورنۍ روزل شوي جاسوسان‪ ۳ ،‬د ملي امنیت مامورین‬
‫او ‪ ۵‬نور له دندې په شا شوي کمانډویان دي‪.‬‬

‫جنرال ته مې وویل‪ :‬هر څه راته عجیبه ښکاري؛ په یوه ورځ له ټریننګ پرته په ټیم کې د دومره ډیرو کسانو شاملول راته سم نه بریښي‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬دغه ټول کسان چاڼ شوي؛ دوی د حکومت‪ ،‬ترهګرو ډلو‪ ،‬غیر مسؤلو وسله والو‪ ،‬القاعده‪ ،‬طالبانو او بل هیچا مالتړ نه کوي؛‬
‫ځینو یې له دې امله دندې پریښې چې د حکومتي ځواکونو په لیکو کې یې ولس او خاورې ته د خدمت سمه موقع نه ده موندلې او په یوه ورځ‬
‫مې هم نه دي نیولي؛ له تیرو دری نیمو میاشتو راهیسې ورسره اړیکه کې یم‪.‬‬

‫په نه زړه مې له جنرال سره خبره ومنله؛ خو ال هم ډیر نا ارامه وم؛ مګر جنرال پوره باوري و‪.‬‬

‫د عملیاتو ځای د پنجشیر پریان ولسوالۍ د مرکزي ودانۍ په ‪ ۵۰۰‬متری کې و‪ .‬د پالن له مخې د لویو وسلو ضرورت هم وو؛ چې پنجشیر‬
‫کې په غیر مستقیمه توګه له یو سیمه ییز قوماندان نه د پیسو په بدل کې وپیرل شوې؛ په دغو وسلو کې ځینې داسې وې‪ ،‬چې پنجشیر ته په‬
‫رسېدلو سره د لومړي ځل له پاره مونږ ولیدلې‪ .‬حیران و‪ ،‬چې دا ځل په کومه جامه کې عملیات وکړو؛ نو د تبلیغیانو په جامه کې الړو‪ .‬د‬
‫پریان ولسوالۍ له مرکزي ودانۍ مو یو کیلومتر لرې په یو تش جومات کې واړول‪ .‬د شپې له مخې به مو د شین غره په لمن کې د جوړ شوي‬
‫جومات الندې خیمې درولې؛ د پنجشیر هوا ډیره خوږه وه؛ په کوم ځای کې چې مونږ دیره شوي و‪ .‬د دوو غرونو ترمنځ ایساره سیمه وه‪ ،‬چې‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫منځ کې یې ښکلی څپانده او خونړی؛ خو د رڼو او ابي رنګه اوبو درلودونکی خوړ هم بهېده‪ .‬دوه ورځې وروسته مو لویې وسلې ترالسه‬
‫کړې‪ .‬د پنجشیر سیند په څنډو کې جنرال زما په ګډون ‪ ۶‬کسانو ته د لویو وسلو چلولو هنر ور زده کړ‪.‬‬

‫د دریمې ورځې لمن ور ټوله شوه ؛ زمونږ له ګروپه ما او انعام کوچنۍ ږیرې درلودلې؛ تبلیغ مو پیل کړ‪ .‬که څه هم زه په دری ښه نه‬
‫پوهېدم؛ خو انعام بیا داسې ویله؛ ته وا دی د خوست نه بلکې د همدې سیمې دی‪ .‬عجیبه ال دا چې دری یې هم نرۍ او په ټیت غږ ویله؛ حال دا‬
‫چې خوستیان تېز‪ ،‬لوړ او دروند غږ لري‪.‬‬

‫په نیمایي شپې کې جنرال راته وویل‪ :‬دغه برید کې ‪ ۱۰‬تنه له نوې ډلې اخیستل شوي دي‪ .‬چې ټول کمانډویان او قوي سرتیري دي‪.‬‬

‫زما ځواب هماغسې بې خونده و‪ .‬خو تر ټولو ستره مسئله دا وه‪ ،‬چې عملیاتو نه وروسته د پریان ولسوالۍ په پای کې د پنجشیر سیند له یو‬
‫ځوړي نه څنګه ځان بغالن او یا هم تخار والیت ته واړو؟‬

‫جنرال ته مې وویل‪ :‬زه او زما ‪ ۲۴‬ملګري المبو وهلی شي؛ د ‪ ۱۰‬تنو له پاره به کښتۍ ونیسو‪.‬‬

‫خو هغه وویل‪ :‬ټولو ته کښتې نیسو!‬

‫کړه مې‪ :‬بیا نو دوی کله په المبو وهلو کې ازمایې؛ کله چې د عربو بحیرې ته ور ولویږي؟‬

‫ــ نه؛ خو دغه سیند خطرناک دی‪.‬‬

‫ــ نه دی؛ ما مطالعه کړی‪ ،‬په یوې جریدې کې مې د ‪ ۴‬فرانسوي‪ ،‬انګلیسي‪ ،‬الماني او هندي سیالنیانو کېسه لیدلې وه‪ ،‬چې دغه سیند یې د‬
‫کښتۍ چلولو او المبو له پاره غوره بللی و؛ ځکه په وینا یې‪ :‬ځوړي او پیچومي نلري‪.‬‬

‫جنرال ومنله؛ خو د احتیاط له پاره‪ ،‬چې خدای مه کړه راګیر نشو؛ دوه نورې کوچنۍ کښتۍ مو د سهار ‪ ۵:۳۰‬بجو ته کرایه کړې‪.‬‬

‫د صبح کاذب پر مهال د مشهور زورواکي شیرین شاه ګذر له پټنځای نه چار چاپیر شولو؛ د عملیاتو پالن ډیر ساده په ‪ ۹‬ډلو وویشل شو‪،‬‬
‫هر ډلې کې ‪ ۴‬تنه و‪ ،‬چې یو‪ ،‬یو کمانډوي مو ورته مشر وټاکه‪ .‬په پاو کم ‪ ۴‬بجو جنرال صیب انعام په یوې رسۍ کلک وتاړه او له څو برچو‬
‫او دوو روسي میکروف تمانچو سره یوځای یې له دروازې ور واړاوه؛ هغه د دروازې ساتونکی په یو ټوپ سره ځای پر ځای سوړ کړ؛ د‬
‫دروازې شا ته مې ګریس ور وغورځول‪ .‬هغه د دروازې کړک (ځنځیر) پرې غوړ کړ؛ تر څو غږ ونکړي‪ .‬په ډیر مهارت سره ودانۍ ته‬
‫ننوتلو‪ .‬د شاوخوا ‪ ۱۵‬خونو درلودونکې ستره پخه کال وه‪ ،‬چې دوه برجونه یې هم درلودل‪ .‬انعام د ساتونکي جامه واغوستله او د لومړي برج‬
‫سر ته وخوت‪ .‬جنرال خپل دوربین داره توپک د دوهم برج کس ته ونیو او د هماغه ځای یې کړ‪ .‬په نیمه دقیقه کې انعام د دوهم برج کس کار‬
‫ورخالص کړ‪ .‬انعام په یو ټاور؛ ګلستان په بل ټاور او عمر په دروازه کې څارنې ته ودرېدل؛ شفیق د کوټو بام ته پورته شو او مونږ دوه‪ ،‬دوه‬
‫تنه په خونو ورننوتلو؛ د هر کس تمانچې ته مې د غږ بندولو میله ور واچوله او په دوه او دریو ډزو سره مو د هرې خونې کار په ‪ ۲‬او ‪۳‬‬
‫دقیقو کې ورخالص کړ‪ .‬ال به ‪ ۱۵‬دقیقې نه وې پوره شوې‪ ،‬چې د زورواکي شیرین شاه ګذر ټول پرسونل مو ور ختم کړ‪ .‬شمېر به یې د ‪۳۰‬‬
‫یا ‪ ۳۵‬ترمنځ و‪ .‬په نورو ‪ ۱۵‬دقیقو کې مو هره خونه او زیرزمیني ولټوله؛ خو خپله مطلوب قوماندان پیدا نشو‪ .‬جنرال مې د مخابرې له الرې‬
‫خبر کړ‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬باید خپلو سیمې ته وګرځو؛ هسې نه چې دا کوم دام وي‪ .‬مونږ په پوره مهارت سره بیرته جومات ته وګرځېدلو‪.‬‬

‫جنرال سره صالح شوم‪ ،‬چې د نوې ‪ ۱۰‬کسیزې ډلې ‪ ۲‬تنه او د انعام او ګلستان په ګډون د پخوانۍ ډلې ‪ ۶‬تنه باید له ځان سره ایسار کړو‪.‬‬
‫مونږ ‪ ۱۰‬تنه باید دلته واوسو او که چا څه ویل‪ ،‬چې ستاسې نور ملګري څه شول؛ نو و به وایو‪ ،‬چې هغوی تخار والیت ته د تبلیغ له پاره‬
‫الړل‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬خو تخار نا امنه دی‪.‬‬

‫ــ پوهېږم‬

‫ــ نو بیا ولې دغه خطر ته مال تړې؟‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ خپل ملګري تخار ته نه لېږم بغالن ته یې استوم او له هغه ځایه به پروان او بیا کابل ته الړ شي‪ .‬تخار ځکه یادوم‪ ،‬چې که پر مونږ د‬
‫شیرین شاه د ملګرو د وژلو شک وشي؛ نو هغوی تعقیبیږي؛ زه به تخار یادوم؛ خو هغوی به د کښتیو په مرسته بغالن ته رسیدلي وي‪.‬‬

‫همداسې وشول‪ .‬سهار مهال مو جومات کې لمونځ وکړ‪ .‬په دوو دایرو (جلسو) کې مو خلکو ته د دین تبلیغ شروع کړ‪ .‬حیرانېدل پکار و‪،‬‬
‫ډیر داسې سپین ږیري او ځوانان و‪ ،‬چې د لمانځه رکعتونه یې ال نه و؛ زده‪ .‬زمونږ شتون هغوی ته ستره ګټه وکړه؛ یو خو مو له غیر مسؤلو‬
‫وسله والو خالص کړل او بل مو لمونځ ور وښوده‪.‬‬

‫د سهار لمر د غرونو له سرونو په هوارې پرېوت؛ ګالن‪ ،‬ونې او بوټي وغوړېدل؛ لمر ښه خوند کاوه؛ ځینې کلیوالو مونږ ته خوراک او‬
‫چای راوړ؛ چای مو څښه چې د قوماندان شیرین شاه کسان را پسې راغلل‪ .‬هغوی په لسهاؤ پوښتنې وکړې او زمونږ ځوابونه هم داسې تبلیغي‬
‫تبلیغي و‪ ،‬چې پوښتنه مه کړه‪ .‬خو بیا یې هم زمونږ جامې او بدنونه وپلټل‪ .‬په ټولو ځایونو کې یوازې ما سره کوچنۍ چاړه پیدا کړه‪ ،‬چې‬
‫ترکاري کې مو ګټه ترې اخیستله‪ .‬ماسپښین مهال په خپله جنرال شیرین شاه زمونږ جومات ته راغی‪ .‬زمونږ مجلس کې یې ګډون وکړ او‬
‫کلیوالو ته یې وویل‪ ،‬چې‪ :‬زما ‪ ۳۴‬تنه ملګري چا وژلي او دا کار د دې تبلیغي خلکو او یا هم زما د مخالفانو دی‪ .‬مونږ وویل‪ :‬بې وسلې او بې‬
‫غرضه خلک یو‪ .‬په تبلیغ پسې را وتلي یو؛ ستاسې په څیر زورورو خلکو سره زمونږ څه کار دی‪.‬‬
‫هغه یو څه ډاډه شو او کله چې ماښام شو؛ نو د یو وسله وال په جامه کې مې د ده د ودانۍ په شاوخوا چکر وواهه‪ .‬معلومه شوه‪ ،‬چې‬
‫قوماندان کور کې دی‪ .‬کور ته د ننوتلو الره مې سنجوله‪ ،‬چې دوو وسله والو په سر ووهلم‪ .‬چې په هوښ راتلم؛ د قوماندان شیرین شاه د کال‬
‫په دوهم چت د هغه په مخکې وم‪ .‬مخابره مې د هغه مخې ته په مېز ایښې وه‪ .‬وسلوالو په لرګینې څوکۍ کلک‪ ،‬کلک تړلی وم‪ .‬السونه مې نه‬
‫خالصېدل‪ .‬سر مې راباندې زنګېده؛ ښایي پر سر باندې د شوي ګوزار له امله دا حالت و‪.‬‬

‫شیرین شاه وویل‪ :‬نن په ټوله ولسوالۍ کې زما ملګرو کوم شکمن فعالیت او کس نه دی لیدلی؛ خو ته تبلیغي وې؛ ولې دې زما د وسله والو‬
‫په څیر جامه اغوستلې ده‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬زه د تبلیغ له مرکزه سودا راوړلو ته راغلی وم؛ دا کالي مې الره کې وموندل؛ زما جامې خیرنې شوې وې؛ هغه مې مینځلې‪.‬‬

‫قوماندان راپاڅېده؛ زما شا ته الړ او یوه ښه درنده لغته یې راکړه‪ ،‬چې پړمخي وغورځېدم او پزه مې له مخامخ سټیلي مېز سره له لګېدلو‬
‫وروسته وینې شوه‪ .‬قوماندان مسلسلې پوښتنې شروع کړې؛ ډول ډول شکنجې یې راکړې‪ .‬په سر یې سکونه راکړل‪ .‬مال ته یې له مېخونو ډک‬
‫لرګی راته ونیو او په خپلو وینو کې یې ښه ولوغړولم‪ .‬ما په لومړي ځل دری سترې غلطیانې وکړې‪ ،‬چې هر څه یې راګډوډ کړل‪ .‬د غیر‬
‫مسؤلو وسله والو په څیر د خړو جامو اغوستل او له سره د څادر تاوول لومړۍ‪ ،‬د مخابرې ساتل مې دوهمه او کله چې را په هوښ شوم؛ نو‬
‫خپلو السونو ته مې زور ورکړ‪ ،‬چې له امله یې زما مټې را وپړسېدلې؛ هغوی مې کمیس وڅیره او زما بدن ته یې په کتلو وویل‪ :‬یو تبلیغي‬
‫داسې هیکل او سخت بدن نلري؛ دا مې دریمه غلطي وه‪.‬‬

‫نیم ساعت یې په خونه کې پړمخې راوځړولم‪ .‬بیا یې بیرته را سم کړم‪ .‬ډوډۍ یې را دیکه کړه‪ .‬لهجه یې نرمه کړه؛ خو ما هم په زړه کې‬
‫ویل‪ ،‬چې‪ :‬بچیم ته غر ویلې کوې!‬

‫ما ال ډوډۍ نه وه ختمه کړې‪ ،‬چې جنرال له ‪ ۸‬کسانو سره په دروازې را دننه شول‪ .‬سترګې او السونه یې تړلی و‪ .‬ژر ژر یې د هر یو‬
‫کمیس وڅیره او د هر یو الس ته یې زور ورکړ‪ .‬قوماندان الړې را تو کړې؛ تاسو ما غلطوئ؛ پاخه او روزل شوي عسکر یئ؛ ښه خو دا ده‪،‬‬
‫چې رښتیا رښتیا ووایئ؛ زه به مو معاف کړم‪ .‬بیا یې د ټولو سترګې پرانیستې‪ ،‬چې زه یې ولیدلم؛ جنرال وویل‪ :‬سمسوره تا رومیان او سبزي‬
‫ولې را نه وړه‪.‬‬

‫قوماندان ورته وخندل‪ :‬هی؛ هی؛ مشره! ته د هیلۍ بچیانو ته ډوپې ورکوې‪ .‬ترخه مسکا یې وکړه او جنرال ته یې دومره مضبوطه لغته‬
‫ورکړه‪ ،‬چې د عسکري بوټ چاپ یې په مال کې د مهر پ ه څیر ورته جوړ کړ او وینه یې پکې را وخوټوله‪ .‬د شیرین شاه ګذر احمقانه پوښتنې‬
‫روانې وې؛ زړه یې منلې وه‪ ،‬چې همدوی زما ملګري را ختم کړي دي‪ .‬مګر مونږ وچ شین انکار کاوه‪.‬‬

‫ماخوستن شو‪ .‬څو ګروپونه د دوهم چت په کوټو ولګېدل؛ زه په څو جمپونو وهلو او نېغ نېغ لویدلو سره دیوال ته ورنیږدې شوم او زړه مې‬
‫وکړ‪ ،‬چې په یو ټوپ وهلو سره باید ځان الندې وغورځوم او که چیرې پړمخې و نه غورځېږم؛ نو یقیني یم چې ځمکې سره د څوکۍ لګېدل‬
‫به څوکۍ دړې وړې کړي او زما السونه به خالص شي‪ .‬جنرال ته مې مخ ور واړاوه؛ هغه وویل‪ :‬خیر دی؛ سمسوره څه داسې مه کوه‪ ،‬چې‬
‫ستا د دغو ځوانو ملګرو په مرګ تمام شي‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ما سترګه ورته ووهله او په شا مې سرکونډۍ ووهله‪ .‬پښې مې په څوکۍ کې شخې کړې او څنګه چې زمکې باندې په ډیرې تېزۍ سره‬
‫ولوېدلم؛ نو السونه مې خالص شول‪ .‬به څو ټوپونو مې د برنډې په لوري ځان ورساوه؛ د السونو په وسیله مې د پښو پړي هم خالص کړل‪ .‬د‬
‫دوهم چت له پایو او د عمومي دروازې له څنګه غبرګې ډزې را شروع شوې‪ .‬ما په داسې حال کې په مخامخ خونې ورمنډې کړې؛ چې‬
‫اوږه‪ ،‬مال او خوله مې وینې‪ ،‬وینې وو‪ .‬په خونې کې مې ځان پړمخې وغورځاوه‪ .‬دوو تنو وسله والو ماشینې راته ونیولې‪ .‬لغته یې راکړه او‬
‫ګمان یې کاوه‪ ،‬چې زمونږ په ګولیو لګېدلی دی‪ .‬یو تن یې را نه پورته شو؛ بل کس ته یې غږ کول‪ ،‬چې د سترګو په رپ کې مې په (خصیو)‬
‫کې لغته ورکړه او له درده ځای پر ځای وغورځېده‪ .‬دوهم باندې مې د خپلې ماشینې بخۍ وکړه او له دروازې مې سر بهر کړ؛ خو بیا ډزې‬
‫شو ې‪ .‬زه یوه شېبه غلی شوم‪ .‬د کړکۍ په لوري الړم‪ .‬ځان مې برنډې ته ګوزار کړ‪ .‬د مالقونو په اړولو سره مې تر پوړۍ (پایو) ځان‬
‫ورساوه او دری تنه مې له پښو وغورځول‪ .‬یو تن مې د دوهمې خونې په لوري کش کړ‪ .‬السونه ښه کلک او پښې مې ورته سستې وتړلې؛‬
‫خوله مې د هغه له څادره ور ډکه کړه او په مخه مې روان کړ‪ .‬دوهم چت ته وختلم‪ .‬له مخامخ ‪ ۲۰‬مترۍ نه د ماشینې دوه ډزې په پښو کې‬
‫راته وشوې‪ .‬ما په اوږه اچولی کس ته دیکه ورکړه او ‪ ۱۰‬متره لرې والړ شیرین شاه ته مې ځان ور ورساوه‪ .‬خو په منډه کې مې یوه مرمۍ‬
‫د نس په ښي اړخ ولګېدله؛ مګر تر قوماندان ورسېدم‪ .‬ما ځان د هغه تر ستوني ورساوه‪ .‬ماشینه مې الندې غوځار کړه او په سینې مې تمانچه‬
‫ورته کېښوده‪ .‬ټولو ته مې د ماشینې غورځولو وویل؛ خو هغوی هماغسې والړ و‪ .‬ما د قوماندان په پښو کې ډزې وکړې؛ قوماندان د وسلو‬
‫غورځولو ورته وویل‪ .‬زه ورو‪ ،‬ورو لومړی تر ټولو رانیږدې انعام ته ورغلم‪ .‬ښی الس مې ورته پرانیست‪ .‬هغه ژر‪ ،‬ژر نور بدن خالص‬
‫کړ‪ .‬ورپسې یې جنرال او نور ‪ ۷‬ملګري پرانیستل او د وسلوالو غورځولې وسلې یې هم راپورته کړې‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬شروع پرې وکړئ‪ ۱۷ .‬واړه وسله وال یې ځای پر ځای ووژل‪.‬‬

‫انعام له چت الندې د دوو کسانو کار ورختم کړ‪.‬‬

‫ګلستان او جنرال د قوماندان شیرین شاه السونه او پښې ور وتړلې‪.‬‬

‫هر یو تن غېږه راکوله او ټولو همدا ویل‪ ،‬چې‪ :‬د مرګ له خولې بچ شولو‪ .‬د قوماندان کار مې د ولسوالۍ په مرکزي بازار کې ورختم کړ؛‬
‫ځکه هغه د ډیرو بې وسو خلکو قاتل و‪ .‬په یو موټر کې بیرته خپلو کورونو ته وښورېدلو‪.‬‬

‫د عملیاتو فایلونه مو دومره ډیر شوي و‪ ،‬چې د جنرال صیب د میلمستون المارۍ یې ډکه کړې وه‪ ،‬انعام جنرال ته مشوره ورکړه‪ ،‬چې‬
‫فایلونه باید وسوځو او کمپیوټري حساب کتاب شروع کړو‪ .‬هغه هم ورسره ومنله‪.‬‬

‫راتلونکې اونۍ د دمې ورځ وه؛ کابل ته مو چکر وواهه؛ قرغه مې ولیدله؛ د پغمان هرې درې ته الړو‪ .‬له هغه ځایه کونړ او بیا مو پکتیا‬
‫ته چکر وواهه؛ ‪ ۷‬ورځو باندې پوه نشو‪ ،‬چې څنګه تېرې شوې‪ .‬په ‪ ۸‬مه ورځ جنرال کور ته وبللو‪ .‬د نیم جریب میلمستون انګړ د سیکریټ‬
‫ګارډ ټیم غړو نیولی وو‪ .‬مونږ ویل‪ ،‬چې اوس به بیا څه عملیات پالن کوي؛ خو چې غونډه پیل شوه؛ په پراجکتور باندې څو ویډیو ګانې‬
‫وښودل شوې او له یو کارټن نه یې ‪ ۵۰‬موبایلونه را واخیستل‪ .‬هر یو تن ته یې ور ووېشته؛ زمان کاکا د پراجکتور مخ ته ودرېده‪ :‬دغه‬
‫موبایلونه ما او ټول ټیم سراسر چیک کړي؛ د افغان بېسم (‪ )afghan telecom‬سیمکارټونه پکې پراته دي‪ .‬د ځای ښودنې (‪ )gps‬سیستم‬
‫پکې فعال دی او ستاسې ځای ما ته ښیي؛ نو سره له نننه به تاسې ټول همدغه موبایلونه استعمالوئ‪ .‬بیا یې زه او جنرال یوې خوا ته کړو؛‬
‫ورو یې وویل‪ :‬د دې سیمکارټونو او موبایلونو ډیر پروګرامونه مې ستاسې په غوښتنې هیک کړي؛ ډیټا به یې ما سره پرته وي او مهمه یې دا‬
‫چې د دوی د زنګونو ټولې خبرې په موبایل کې د ځای پر ځای کړي د ثبتونې ماشین په وسیله زما په کمپیوټر کې ‪ save‬کیږي‪.‬‬

‫مونږ دواړو د زمان کاکا مننه وکړه او د کیشتې یخ شربت مې ورته راوړ‪.‬‬

‫هغه په خندا وویل‪ :‬زما کمزوری رګ مو هم پیدا کړی؟‬

‫له ستونزمنو عملیاتو نه وروسته‪ ،‬چې نوي کسانو پکې ځینې غلطیانې کړې وې‪ .‬د مجرب ټیم په وسیله خوست کې داسې پټ عملیات‬
‫ترسره کېدل‪ ،‬چې خپلو کې هم یوازې څو تنه پرې خبر و‪ .‬د جوالیي په ‪۱۹‬مه جنرال له څو ورځنۍ دمې وروسته له ما‪ ،‬عمر‪ ،‬انعام‪ ،‬شفیق‪،‬‬
‫ګلستان او زمان کاکا سره کېناسته‪ .‬زمان کاکا وویل‪ :‬خبر لرو‪ ،‬چې په ‪ ۲۱‬م تاریخ د بدخشان د کشم ولسوالۍ په چارنبوت سیمه کې ځینې‬
‫بهرني وسله وال د ولسي خلکو په کورونو کې د مېشت کېدو پالن لري او د هغه ځای ملکي شتمني لوټي‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫په دغه سیمه کې الجوردو یو کان هم و او زمونږ عملیات هم کان ته خورا نیږدې و‪ .‬پالن دا و‪ ،‬چې مونږ عملیات باید په پوره ارامي سره‬
‫وکړو؛ خیر که یوه اونۍ او یا دوه اونۍ هم ونیسي‪ .‬مونږ باید د جنرال په هدایت خپلې وسلې د تخار په مرکز کې را اخیستې وای؛ خو په دغو‬
‫وسلو کې درنې وسلې نه وې‪ .‬له یوې شپې ا و دوو ورځو سفر وروسته د هدف سیمې ته ورسېدو‪ .‬د عملیاتو وخت د شپې ‪ ۱۱‬بجې وې‪ .‬د ‪۱۲‬‬
‫تنو په ټیم کې راسره عمر‪ ،‬انعام‪ ،‬شفیق او ګلستان هم و؛ خو جنرال او زمان کاکا مو را پرېنښودل‪ .‬شپه شوه او په تیاره ځنګل کې یوې خوا‬
‫بلې خوا ته روان و‪ .‬د برید ځای ته په ‪ ۱۰۰‬مترۍ کې د یوې کوچنۍ غونډۍ په خوا کې چې ګڼې ونې پرې والړې وې؛ پټ شو‪ .‬د ‪ ۴‬خونو‬
‫درلودونکی مخامخ کور مې څاره‪ ۲،۲ ،‬تنه په وار وار سره مخ ته تلو‪ .‬زمونږ لومړني دوه تنه ‪ ۵۰‬متره وړاندې نه وو تللی‪ ،‬چې ناڅاپه د‬
‫څراغونو رڼا شوه؛ ما چیغې کړې‪ :‬پروت وکړئ؛ د ونو شا ته منډه کړئ؛ خو په دې کې زمونږ لومړنۍ ډله چې ودانۍ ته ډیره ورنیږدې وه؛‬
‫تر ډزو الندې راغله‪ .‬په خپلو سترګو مې ولیدل‪ ،‬چې ‪ ۲‬تنه لومړی په ګونډو شول او بیا یو‪ ،‬یو غورځېده؛ یو تن یې چې شا ته مخ را واړوه‬
‫عمر و‪ .‬انعام چیغې کړې‪ :‬عمره! ما یې ژر په خوله الس ورکېښود؛ ښه وه‪ ،‬چې ډزې جارې وې؛ که نه دغه غږ یې ښه په اسانۍ اوریدلی‬
‫شو او مونږ یې وژلی شولو‪ ،‬له انعامه وړاندې شوم‪ ،‬خپلو ملګرو ته مې د شاتګ امر وکړ‪ .‬ډزې زمونږ په لوري شوې؛ خو لوری یې کره‬
‫معلوم نه وه‪ .‬انعام په خپلې خولې السونه ایښي و؛ بیا یې په ژړانده غږ وویل‪ :‬مشره؛ هغوی په وینو کې تړپیږي او مونږ دلته یو؛ شاتګ کوو‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬که وړاندې الړو؛ د ټولو حال به له ع مره هم ور بتر کړي؛ بیا مې خپلو کسانو ته وویل‪ :‬خپل د څنګ ملګری وګورئ‪ ،‬چې له‬
‫عمر سره بل تن څوک شهید شو‪ .‬ګلستان را غږ کړل‪ :‬هغه ښایي شفیق وي؛ دوی په الره کې یوځای وو؛ ټوله الره یې د خاینانو او دښمنانو د‬
‫وژلو تمرین کاوه‪.‬‬

‫انعام بیا چیغې کړې‪ :‬څه؟ شفیق هم شهید شو‪ .‬او زما خدایه؛ ما هڅه وکړه‪ ،‬چې د انعام خوا ته ورشم؛ خو زمونږ خوا ته درانه او لیزري‬
‫ګروپونه را ولګېدل؛ ټول د سورورو او پیړو ونو ډډونو ته پټ شولو‪ .‬دې کې ناڅاپه یوه چیغه پورته شوه؛ چې د ونې له شا مې د سترګو په‬
‫کونج کې ور وکتل‪ :‬یو تن تورو جامو کې والړ وسله وال د شفیق په سینه ورناست و او بل یې لګېدلې پښه پرې ماتوله؛ انعام چیغې کړې‪:‬‬
‫یاهللا او بیا یې د یوې څپې ډوله تېزۍ منډۍ په دوران کې زمونږ د ګروپ په یوازینۍ ماشینې د وسله والو سینې سورۍ سورۍ کړې‪ .‬د شفیق‬
‫او عمر تر څنګ ور ورسېده؛ مونږ هم ور وخوځېدلو؛ ال به مو ‪ ۱۰‬متره نه و تللي‪ ،‬چې انعام باندې هم د ودانۍ له دروازې نه ‪ ۵‬تنو ډزې‬
‫وکړې او هغه یې له پښو وغورځاوه‪ .‬زما زړه غورځېدلی و؛ خو ګلستان په اوږې الس راکېښود‪ :‬مشره! حوصله وکړئ؛ حوصله وکړئ؛ بیا‬
‫یې له خپلې چانټې لرونکې دریشي نه اوبه راکړې‪ .‬ما اوبه وڅښلې او د انعام په لوري مې ور وکتل؛ څو تنو په دری ژبه او ځینو نورو بیا په‬
‫کومه بله عجیبه ژبه له انعامه پوښتل‪ :‬کیستي؟ کیستي؟ څه کوې؟ څوک یې؟ ولې راغلی یې؟ له هغه یوازې اهونه ختل‪ .‬له ‪ ۳۰‬متره لرې هم د‬
‫ګروپونو په رڼا کې د انعام سترګې داسې رڼې ښکارېده‪ ،‬لکه د ‪ ۱۵‬مې شپې سپوږمۍ؛ ومې لیدل‪ ،‬چې انعام هغوی ته د نوم او هویت پوښتنې‬
‫پر وخت الړې ور تو کړې او هغوی هم په زړه کې په کالشینکوف وویشت‪ .‬اف خدایه؛ څومره درد؛ څه بې حده ظلم‪ ...‬اه شفیقه ستا درد؛‬
‫عمره ستا په سینه د مرمیو بخۍ او انعامه ستا میړانه‪ .‬اف خدایه‪ ...‬دا څه روان دي‪.‬‬

‫پوره بې حوصلې شوی وم؛ ما هم د انعام په څیر منډې ته ځان تیاروه؛ خو ګلستان له اوږو کلک نیولی وم‪ .‬هغه ډیر کلک او پیاوړی و؛‬
‫اخیر د یو کمانډو عسکر زړه یې په سینه کې ګرځاوه‪ .‬دا چې زه او ګلستان له ټولو وړاندې او ودانۍ ته د نژدې ونې تر شا والړ و؛ نو ځیر‬
‫شوم‪ ،‬چې یو څوک را روان دي؟ ګلستان وویل‪ :‬څو تنه به وي؟ سترګې مې پټې کړې؛ د جنرال د لومړیو ورځو ټریننګ رایاد شو‪ ،‬چې څنګه‬
‫یې مونږ په خړ ازغن او د ګرمو شګو په زمکې ویده کولو؛ ویړه ځمکه به یې راته توشکه او واښه به یې راته بالښت وګرځول؛ څو کلک‬
‫عدت شو بیا به یې یوه ډله کسان را خوشې کړل‪ ،‬چې د پښو له دربا یې باید سم شمېر ځان ته څرګند کړو‪ .‬سترګې مې پرانیستې؛ ګلستان ته‬
‫مې وویل‪ ۶ :‬یا ‪ ۷‬تنه دي‪.‬‬

‫خپلو ‪ ۸‬واړو ملګرو ته مې وویل‪ :‬هر یو تیار د ونو یو او بل اړخ ته ودرېږئ‪ ،‬چې څنګه مې درې وویل‪ :‬ډزې شروع کړئ او تاسې هم‬
‫خپل لیزرونه روښانه کړئ؛ ت ر څو د هغوی سترګې ونیسي؛ مګر لیزر په سرونو مه تړئ؛ یو الس کې له بدنه لیرې لیزر ونیسئ او بل الس‬
‫باندې خپل راتلونکی دښمن وولئ؛ ملګرو خپلو منځنو کې پیغام په قرار غږ سره ووېشه‪ .‬وسله وال نور هم زمونږ په لوري رالنډ شوي و؛ زه‬
‫لومړی زنګون کېش شوم؛ خو بیا بیرته ودر ېدم‪ .‬دومره سوړ او عادي؛ لکه هیڅ هم چې نه وي پېښ شوي‪ .‬د ګروپونو له امله د یو تن سایه‬
‫راښکاره شوه‪ .‬سیوري یې ښودله‪ ،‬چې هغوی د هرې ونې شا په ډیر احتیاط سره ګوري؛ خو دا چې د څو ونو شا ته یې و نه موندلو؛ اوس لږ‬
‫په سکون او بې پروایي سره د ونې شا ته سر ورښکاره کړي او مخکې راځي‪ .‬څنګه چې زما ونې ته لومړی وسله وال د دریو قدمونو په‬
‫اندازه راورسېده؛ نو زه نور هم چوپ او ځیر ودرېدلم‪ .‬د ګروپونو په رڼا کې سیوري ښودله‪ ،‬چې دوه تنه له یوې او بلې خوا نه زما په لوري‬
‫رالنډ شول؛ زه لومړی چپ او بیا ښي اړخ ته د سترګو په رپ کې تاو را تاو شوم او د بې غږه تمانچې په ډزو سره مې د دواړو کسانو کار‬
‫تمام کړ‪ .‬دواړه پوځي ماډله؛ د قوي باډي لرونکي کسان مې د ونې شا ته راکش کړل؛ پوه شوم‪ ،‬چې دا کوم عادي وسله وال نه دي‪ .‬د وسله‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫والو ډله یو څه ودرېدله؛ ما د ګلستان په لوري وکتل‪ ،‬چې د ‪ ۴‬مترو په فاصلې زما په غوښتنه شا ته شوی وی‪ .‬ما وار له واره ‪ ۳‬وویل‪:‬‬
‫ګلستان او د ټیم ‪ ۷‬تنو په ‪ ۸‬ډزو سره او ما په ‪ ۲‬ډزو سره د ‪ ۵‬تنو کار ور ختم کړ‪ .‬په منډه‪ ،‬منډه د ودانۍ نېږدې ورسېدلو؛ له یوې ونې بلې‬
‫ونې ته او له بلې تر دروازې پورې ورسېدلو؛ ګلستان او یو تن ملګری د شفیق دوی جسدونو سره ودرېدل؛ ما په غوسناکې اشاره پوه کړل‪،‬‬
‫چې دا وخت هلته د درېدلو نه دی‪ .‬زمونږ غلطي دا وه‪ ،‬چې په ساده جامو کې د عملیاتو سیمې ته راغلي و؛ ځکه مونږ اټکل کاوه‪ ،‬چې وسله‬
‫وال به هم د نورو غیر مسؤلو وسله والو په څیر د لنډغرو بې ډوله جامې او له سره تړلی څادر لري؛ خو داسې نه و؛ هغوی د افغان پوځ‬
‫دریشیانې اغوستې وې‪ .‬مونږ ژر ژر د وژل شویو وسله والو جامې را واخیستې او بهرنۍ جامې چې د ټریننګ تر لنډې دریشي او پتلون‬
‫پورته مو اغوستې وې؛ ووېستې‪ .‬د وسله والو دریشي مې په تن کړه او لومړی زه د دروازې په لوري ورغلم؛ د وسله وال کالشینکوف او ‪۵‬‬
‫ماشینې مې خپلو ملګرو باندې ووېشلې‪ .‬دروازه مې وډبوله‪ .‬چا هم دروازه خالصه نکړه؛ ما بیا دروازه وډبوله؛ خو چا خالصه نکړه؛ ګلستان‬
‫ژر الندې کېناست او یو تن یې له دروازې هاخوا ښکته کړ؛ انعام مې سترګو ته ودرېده‪ ،‬چې هر وخت به یې بندې دروازې خالصولې‪ .‬ډیر‬
‫ژر دروازه پرانیستل شوه‪ ،‬یو او بل لوري ته په پوره احتیاط سره ورغلو‪ .‬هیڅ مو و نه موندل‪ .‬د ‪ ۴‬خونو هره خوا مو وکتله؛ خو چې څنګه د‬
‫دروازې شا ته راتلو او بیرته وتلو؛ نو د ګلستان په ځمکې پرتې دړې ته پام شو؛ یو تن په لغته ووهله؛ دړه لرې وغورځېده او الندې‬
‫اوسپنی زې زینې ښکاره شوې‪ .‬مونږ څو دقیقې هلته ودرېدلو؛ بیا مې د بې هوښه کولو اوښلن بم ور وغورځاوه او ډیر پام سره هلته ور ښکته‬
‫شو‪ ۴ .‬تنه پورته پاتې شول او ‪ ۵‬نور ور ښکته شو‪ .‬ګلستان مخکې او زه ورپسې وم‪ .‬الندې یو غټ هال ډوله لویه خونه وه‪ ،‬چې څنګه مو‬
‫دروازه پرانیسته‪ ،‬ډ زې شوې‪ .‬ما وویل‪ :‬لکه چې کوم دام کې ونښتلو‪ .‬ګلستان په یو هوایي ټوپ د دروازې بل اړخ ته ټوپ کړل او دروازې ته‬
‫یې مخامخ وکتل؛ ویې لیدل‪ ،‬چې هیڅوک هم نه ښکاري؛ خو د یو اوسپنیز مېز پر سر نسب پیکا ډزې کوي‪ .‬هغه سر ښکته کړ او په مالستې‬
‫یې د میز تر ځایه ځان ورساوه‪ .‬د پیکا شا ته ورغی؛ مېز یې سرچپه وغورځاوه او د پیکا ډزې د دیوال په لوري شوې؛ بهر را ووت او ویې‬
‫ویل‪ :‬کمپیوټري پیکا نصب وه؛ ما وویل‪ :‬باید ژر تر ژره بهر ووځې؛ دلته به ضرور کیمرې هم وي‪ .‬هغه له یو بل تن سره پورته وخوت او‬
‫زه چې د هغې خونې په لوري الړم‪ .‬پیکا مې د مې ز څنګ ته په پرتې څوکۍ ووهله او بنده شوه؛ وروسته مې چې پام شو؛ د پیکا منځنۍ برخه‬
‫مې ماته کړې وه او د مرمیو پټه هم الندې پرته وه‪ .‬په خونې کې د کوچنۍ دروازې په لوري ورغلم‪ .‬له خالصولو سره مې پروت وکړ؛ ما‬
‫ویل‪ :‬بیا کومه پیکا نه وي؛ خو داسې هیڅ نه و‪ .‬وړاندې الړم؛ له ‪ ۶‬دروازو چې تیر شوم او ‪ ۷‬دروازې ته ورسېدم؛ نو ذهن ته مې د خپلې‬
‫سیمې د جمعې د ورځو بریدونو د ‪ ۷‬شمېره راغله؛ ودرېدم او بیا مې په یوې مضبوطې لغتې سره دروازې وهله؛ دې سره ناڅاپه ډزې شوې؛‬
‫ما دوه السي بمونه پرله پسې د خونې یو او بل اړخ ته ور وغورځول؛ کله چې دوړې او لوګي کېناستل؛ خونې ته په پټ مخ ور ننوتلم‪ .‬د ‪۷‬‬
‫تنو سوي جسدونه مې ولیدل‪ .‬یو تن یې ال ژوندی و او کوښښ یې کاوه‪ ،‬چې ماشینه را واخلي؛ خو ما یو ټوپ سره هغه هم په الس ووېشته‪ .‬په‬
‫خونه کې د هوا سمېدلو سره یوې تورې ښیښې لرونکې دروازې ته ځیر شوم‪ ،‬چې ‪ ۷۰‬او ‪ ۷‬یې پرې لیکلي و‪ :‬دروازې ته ورغلم او د‬
‫خالصولو کوښښ مې وکړ؛ خو هغې پاسورډ غوښت؛ ما له ډیرې غوسې په دروازې څو ډزې وکړې؛ خو هغه مرمۍ ضد وه او یوازې لږ‬
‫څه تغیر مې پکې ولیده؛ پوه شوم چې شیشه ضخیمه ده‪ .‬شا ته الړم؛ څو لغتې مې هم پسې ورکړې؛ خو کار یې نه ورکاوه‪ .‬د پاسورډ ځای ته‬
‫ځیر شوم؛ ومې کتل‪ ،‬چې پاسورډ د انسان ګوته غواړي‪ .‬بیرته راغلم او د وروستي ټپي کس ګوته مې په هغه ځای کېښوده؛ دروازه خالصوه‬
‫شوه؛ زه ډیر خوشحاله شوم‪ ،‬چې ښه ده؛ یاد تن مې په السونو او پښو له ویشتلو وروسته نیم ژواندی پریښی‪ .‬زما عادت و‪ ،‬چې یو تن وسله‬
‫وا ل به مې د څېړنې له پاره هر وخت ژوندی پرېښوده‪ .‬په دروازې کې مې دننه الس کېښود؛ خو چې لومړی قدم مې کېښود؛ بیرته مې شا ته‬
‫را وکتل او وروستی ټپي کس مې هم چې له څېرې چنایي نژاده ښکارېده د انعام په غچ کې پر سینه وویشته‪ .‬بیا دروازې نه یوې بل لوی هال‬
‫ته داخل شوم؛ خو له داخلېدلو سره مې سترګې خالصې پاتې شوې‪ .‬دلته یوه لویه فابریکه وه‪ ،‬چې ‪ ۲۵ ،۲۰‬تنه پکې تاوېدل؛ بې غږه او د‬
‫کمزوري غږ لرونکي درانده؛ خو کوچني‪ ،‬ډیر نوي او عصري بهرني ماشینونه په ډیرې تېزۍ سره روان و؛ یوې ښیښې کې مې بندې قیمتي‬
‫ډبرې هم ولیدلې‪ ،‬چې څو رنګه وې ا و عجیبه زړه وړونکې ځال یې کوله‪ .‬ما دوه هوایي ډزه وکړل‪ .‬د فابریکې ټولو کسانو زما په لوري را‬
‫وکتل او السونه یې پورته ونیول‪ .‬ما ګلستان ته مخابره وکړه‪ :‬هغه وویل‪ :‬هان؛ مشره! ومې ویل‪ :‬ګلستانه له خپلو ټولو کسانو سره راشه‪ ،‬چې‬
‫دلته مې څه عجیبه موندلي دي‪ .‬یوازې دوه تنه څارنې ته پرېږده‪ .‬په یوې دقیقې کې ګلستان او نور ملګري را ور رسېدل‪ ،‬چې ټول د دغې‬
‫فابریکې په لیدلو سره حیران دریان شول‪ .‬یوه ستره فابریکه‪ ،‬چې زما د وطن له خړو خاورو یې غمي ویستل او تر بهره یې رسول؛ هغه څه‬
‫ښه وایي‪:‬‬

‫زما د وطن پېغلې وړي په غاړه د اوښکو امېل‬

‫د پارېس پېغلو ته غمي له بدخشانه رسي‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫په عجیبه حاالت کې ګیر وم؛ د سیکریټ ګارډ ټیم ملګرو د فابریکې هر کونج وکوت؛ هسې نه چې کومه بله پټه الره یا دروازه ولري‪ .‬د‬
‫فابریکې په کار کوونکو مو سترګې‪ ،‬السونه‪ ،‬خولې او پښې وتړل او بیرته بهر را ووتلو‪ .‬د ودانۍ په یوې خونې کې مې کاریګر کېنول او د‬
‫حیا د پټونې له ځایه پرته ټولې جامې مې ترې ووېستلې‪ ،‬چې انتن ته مې پام شو؛ د انعام موبایل چې ټوله الره یې رادیو پرې ا ورېدله او کار‬
‫به یې نه کاوه؛ رایاد شو؛ د هغه خوا ته ورغلم‪ .‬په ګونډو ورته کېناستم؛ چیغې مې کړې او هغه مې سینې پورې ونیو‪ .‬اوښکې مې نه تم‬
‫کېدلې؛ جیب ته مې الس وروړ‪ .‬په چیغو چیغو مې وویل‪ :‬تا زه یوازې پرېښودلم؛ زه اوس چا ته الال ووایم؛ بیا د شفیق او انعام په لوري‬
‫ورغلم‪ .‬تاسو ولې الړئ؟ تاسو زه چا ته پرېښودلم‪ .‬ګلستان په اوږو کلک کړم‪ :‬مشره! دا ځای خطرناک دی؛ خیر دی اوچت شئ؛ هغه هم په‬
‫ژړا شو؛ هسې نه چې تاسو هم په کومه لومه کې را ګیر شئ؛ خیر دی پاسئ مشره! زه پورته شوم‪ .‬د انعام له جیبه مې موبایل را واخیسته او‬
‫د خونې انتن مې فعال کړ‪ .‬افغان بېسم سیمکارت کار نه کاوه؛ خو اتصاالت بیا کار ورکړ‪ .‬په یو لرګي مو انتن څلورو خواو ته تاواوه؛ اخیر‬
‫یې کار ورکړ؛ جنرال ته مې زنګ وواهه؛ په ټوله کېسه مې وپوهاوه؛ هغه وویل‪ :‬د فابریکې انجینران یرغمل کړئ؛ زه به له تخاره څوک در‬
‫واستوم؛ په ‪ ۲‬ساعتونو کې در رسیږي؛ زه خپله هم در روانېږم او تاسې تر هغو هوښیار اوسئ؛ ما ته معامله سخته او ان نړیوال اړخ‬
‫لرونکې ښکارئ؛ په کوم پټ ځای کې پټ کېنئ او د حاالتو څار وکړئ‪ .‬مونږ د وسله والو جامې واغوستلې او هر یو مې پوه کړ‪ ،‬چې د ګیر‬
‫کېدلو پر وخت باید دری ووایي‪ .‬او ځان د هغو وسله والو ملګری وښیي‪ ،‬چې مونږ وژلي او له رنګه افغانان ښکاري‪ .‬مونږ ‪ ۵‬تنه د ودانۍ په‬
‫منځ کې او ‪ ۴‬تنه د ودانۍ بهر پټو ځایونو کې کېناستو‪ .‬نیم ساعت وروسته د یوې کوچنۍ الوتکې اواز شو‪ .‬د ‪ ۴‬خونو مخې ته د غونډۍ په‬
‫څنګ کې الوتکه کېناسته؛ څو تنه په تورو کوټونو ملبوس کسان ترې را ښکته شول؛ ما ګلستان ته مخابره وکړه او هغه مې هم بهر را‬
‫وغوښت؛ پوه شوم‪ ،‬چې د الوتکې کسان په ځان ډاډه دي او کومه وسله نلري‪ .‬چې پیلوټ هم را ښکته شو؛ نو د الوتکې په لوري ور وړاندې‬
‫شو‪ .‬د ‪ ۹‬کسانو په مرسته مو ‪ ۶‬بهرنۍ او ‪ ۲‬افغاني څېرې محاصره کړې‪ .‬دې کې یو تن ناڅاپه د خپل کوټ له جېبه تمانچه را ووېسته او‬
‫ګلستان یې په الس وویشته؛ بل تن یې هم وسلې ته الس کړ او زما څنګ ته والړ سرتیری باندې یې ډز وکړ؛ هغه یې د چپې اوږې الندې په‬
‫سینې وویشت او دریم تن چې څنګه په ما او د څنګ په سرتیري ډزې کولې‪ ،‬نو ګلستان په سر وویشت او نورو ملګرو د پاتې کسانو کار ور‬
‫ختم کړ‪ .‬پیلوټ له نورو شا ته و او په پښه لګېدلی و؛ ما غږ وکړ‪ ،‬چې باید دی و نه وژنو‪ .‬هغه کې د ژوندي پاتې کېدو هیلې سا وچلوله‪ .‬ځای‬
‫پر ځای یې السونه پورته کړل‪ .‬دی یو افغان و‪ .‬ور وړاندې شوم‪ .‬له څېرې ازبک‪ ،‬تاجک‪ ،‬هزاره یا پشه یي نه ښکارېده؛ ومې ویل‪ :‬څوک‬
‫یې؟‬

‫هغه په لړزانده غږ وویل‪ :‬د شخصي هوایي شرکت یو پیلوټ!‬

‫یوه مظبوطه عسکري لغته مې ورکړه‪ :‬درواغو نه کرکه کوم‪ .‬سوک مې ورته پورته کاوه‪ ،‬چې هغه وویل‪ :‬ودرې؛ ودرې! زه حال وایم‪.‬‬

‫ګلستان او نور ملګري پر سینې د لګیدلي سرتیري په لوري ورغلل؛ د هغه سترګو تور خوړ او یوازې دومره یې وویل‪ :‬زما مشرانو وروڼو‬
‫ته ووایئ‪ ،‬چې زه بزدله نه وم؛ زه یو سرتیری یم! زه دې خبرو حیران کړم‪.‬‬

‫پیلوټ مې د الوتکې په پوړیو کې کېناوه او کېسه مې پرې پیل کړه؛ هغه وویل‪ :‬زه د یو شخصي هوایي شرکت مشر پیلوټ یم؛ دلته دغو‬
‫کسانو له ځانه سره راوستی یم!‬

‫ګلستان ور مخکې شو‪ :‬له کوم ځایه؟‬

‫ــ له ننګرهاره‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬نور وایه‪...‬‬

‫نور هیڅ نه یم خبر‪.‬‬

‫د پیلوټ شا ته والړ تن ته مې اشاره وکړه‪ :‬هغه پیلوټ ته زوروره لغته ورکړه‪ ،‬چې ان زما په پښو کې یې وغورځاوه؛ ما پیلوټ له مټو‬
‫دومره کلک ونیو‪ ،‬چې ښایي د الس نه تاو کړي نیمګړیو الس ماغو (دستکشو) او په هغه کې بندو اوسپنو یې مټې خوږولې وي‪ .‬پیلوټ ته مې‬
‫ځیر‪ ،‬ځیر وکتل؛ بیا مې شا ته دیکه ورکړه او تمانچه مې ورته ونیوله‪ :‬هغه وویل‪ :‬حال وایم؛ ما ژوندی پرېږدئ؛ زه حال وای‪...‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫پیلوټ وویل‪ :‬زه د یو شخصي هوایي شرکت پیلوټ؛ خو په اصل کې مشر یم‪ .‬دغه کسان چې تاسې ووژل؛ یو یې افغان‪ ،‬دوه پاکستاني‪ ،‬دوه‬
‫چنایان او دوه تاجکستاني و‪ .‬دوی د غیر مسؤلو وسله والو پر مټ د کندوز‪ ،‬بدخشان‪ ،‬خوست‪ ،‬ننګرهار‪ ،‬کونړ او ځینو نورو والیتونو په‬
‫وروسته پاتې او غرنیو ولسوالیو کې کانونه په غیر قانوني توګه استخراجوي؛ خو زه ورسره هسې ګیر شوی یم؛ زما پکې څه برخه نشته‪.‬‬

‫زه په سوچ کې الړم؛ بیا مې وویل‪ :‬دلته نور څوک شته؛ وسله وال یا یې مشران؟‬

‫په ځوړند سر یې وویل‪ :‬نه؟ مشران نشته او وسله وال خو ‪ ۲۱‬تنه وو‪.‬‬

‫ما ګلستان ته مخ کړ‪ .‬د ‪ ۱۶‬تنو کار مو ور خالص کړی؛ مګر ‪ ۵‬نور؟‬

‫هغه وویل‪ :‬مونږ ختم کړل!‬

‫ــ کله؟‬

‫ــ ته الندې وې‪.‬‬

‫دې سره مې پیلوټ یوې خونې ته بوته او مونږ اطمنان سره کېناستو؛ خو د دښمن په ژبه څه اعتبار بیا هم ویښ او ځیرک و‪ .‬ساعت نه و؛‬
‫تیر شو‪ ،‬چې جنرال په یوې الوتکې کې راورسېده او څو تنه په ‪ ۲‬جیب ډوله موټرو کې‪ .‬هغه ته مې ټوله کېسه وکړه‪ .‬نصیر‪ ،‬شفیق‪ ،‬انعام او‬
‫یو تن بل چې دوه ډزه زما تر څنګ لګېدلی و؛ الوتکې ته مو پورته کړل‪.‬‬

‫په ځای میخ شوی ناست وم‪ ،‬د ژړا او چیغو ځواک مې له السه ورکړی و‪ .‬دری زړه ته رانیږدې ملګري او یو تن سرتیری چې یو راز یې‬
‫را وسپاره زما د سترګو په وړاندې شهیدان شوي وو‪.‬‬

‫جنرال مې تر خوا راغی‪ .‬زه حیران وم‪ ،‬چې هغه الوتکه له کومه کړې؟‬

‫ژر یې یو تن ته اشاره وکړه‪ :‬د تخار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر او زما ټولګیوال؛ د ده په مرسته مې الوتکه دلته‬
‫راوستله؛ دغه وسله وال هم ده در ته چمتو کړي‪ .‬له ګلستان دوی سره یې بغالن کې عملیات هم کړي دي‪ .‬زه خپله په تخار کې یو سیمینار کې‬
‫مصروف ومږ‬

‫ما په ډیر ناکام لږ څه وموسل او جنرال سره فابریکې ته ښکته شولو‪ .‬هغه ټول ځایونه په ځیر ځیر وکتل؛ انعام دوی پسې یې اوښکې له‬
‫سترګو توی شوې‪.‬‬

‫بیا یې ملګري ته وویل‪ :‬څنګه دې خوښه ده‪ ،‬چې دا وسایل ټول د تخار والیت مرکزي ودانۍ ته ورسوئ او هلته خبر ورکړې‪ ،‬چې اطالع‬
‫غلطه وه؛ کومه طبیعي پېېښه نه وه بلکې په پالنکۍ سیمه کې دا ډول فابریکه وه او الندې یې دا ترهګر پراته و‪.‬‬

‫هغه یوازې وموسل‪.‬‬

‫بیا یې په یوې الوتکې کې د فابریکې ټول پرسونل او په بله کې ‪ ۴‬شهیدان‪ ۱ ،‬ژوبل او ‪ ۷‬روغ بچ شوي ملګري ځای پر ځای کړل؛ ‪ ۴‬کوټه‬
‫ییزه ودانۍ مو وسوځوله‪ .‬او د خپلو ملګرو جسدونه سره یوځای په نیول شوې الوتکې کې کېناستم؛ پیلوټ مې د تمانچې په زور د قوماندان په‬
‫خوښه د بدخشان والی ت د کران و منجان مغ نول سیمې ته روان کړ‪ .‬قوماندان یو پراشوټ راکړ‪ .‬ویل یې‪ :‬که پیلوټ څه چاالکي وکړه؛‬
‫هماغلته ډز ترې پورته کړه او پراشوت باندې ښکته شه‪.‬‬

‫ما وپوښتل‪ :‬کران و منجان ته ولې ځو؟‬

‫جنرال وویل‪ :‬هلته یو ډاډمن مرکز لرو؛ څه ګپ خو نه دی‪ ۲ .‬کاله مو اخیر دلته عملیات وکړل؛ اوس خو هر والیت څه چې له هېواده بهر‬
‫هم ملګري او دوستان لرو‪ ،‬د هر کال په ‪ ۳۶۵‬ورځو کې ما ‪ ۳۶۵‬کارکوونکي روزلي‪.‬‬

‫ما یوازې سړه مسکا وکړه او کران ومنجان ته روان شو‪ .‬په ټوله الره مې د شفیق‪ ،‬انعام او عمر جسدونه له سترګو نه لرې کېدل؛ زړه مې‬
‫ډوبېده‪ ،‬په بدن مې اور بل و او ذهن مې کار نه کاوه‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫خپل مرکز ته ورسېدو؛ مرکز په یو غرنۍ سیمه کې اباد و‪ .‬دوه کوټې او یوه ستره زیرزمیني یې درلودله‪ .‬له کلي لږ لرې و‪ .‬له ځانونو مو‬
‫سیالنیان جوړل کړل او د جنرال ملګری مو له خپلو کسانو سره بیرته د پېښې سیمې ته ولېږه؛ تر څو هلته په موټرو کې راغلي کسان هم له‬
‫سیمې وباسي او د عملیاتو ټولو نښې ختمې کړي‪.‬‬

‫زمونږ عملیات ختم شول‪ .‬د عملیاتو په دوهمه ورځ مو د شهیدو ملګریو جنازې د هغوی کورونو ته وسپارلې؛ جنرال ته مې له عملیاتو د‬
‫راوړو غمیو ډک صندوق ونیو‪ .‬هغه ‪ ۲۰‬تنو ته غمي ور کړل؛ تر څو یې بیل بیل وپلوري او څوک پرې شک ونکړي‪ .‬د پلورل شویو غمیو‬
‫پیسې یې ما ته راکړې؛ څو د شهیدانو کورنیو ته یې ورکړم؛ خو ما وویل‪ :‬جنرال صیب هغوی په غم کې دي‪ .‬دوه دری ورځې وروسته به یې‬
‫ورکړم؛ یا به یې د دریمې له خیرات لږ وړاندې ور وسپارو‪ .‬هغه وویل‪ :‬سمه ده‪.‬‬

‫ما د انعام‪ ،‬شفیق‪ ،‬عمر او نوي سرتیري له غمه دوه ورځې خوب ونکړ‪ .‬جنرال ډیر وپوهولم‪ ،‬چې دا هر څه پکې راځي‪ .‬یوه ورځ مې ان‬
‫په خبرو خبرو کې ګلستان ته دا هم له خولې ور ووتل‪ ،‬چې دا وظیفه پرېږدمه؛ ځکه د خپلو سترګو په وړاندې د ملګرو مرګ نشم کتلی‪.‬‬

‫خو هغه په هواري وویل‪ :‬که ته الړ شې؛ دا د وینو سیالب به ودریږي؟ بې ګناه وګړي به نه قتلیږي؟ ماشومان به نه یتیمان کیږي او‬
‫چاودنې‪ ،‬بریدونه او وژنې به ختمې شي؟ نه هیڅکله هم نه! مونږ ځوانان یو او د ځوانانو غیرت او همت د څو تنو ملګرو تر شهادته نه وي‬
‫تړلې‪ .‬دښمنان مو ډیر تېز او زیات دي؛ نو مونږ هم باید تېز او زیات شو‪ .‬دا د وخت‪ ،‬ولس‪ ،‬وطن او پښتو تقاضا ده‪.‬‬

‫ما سر ځوړند نیولی و او هغه هماغسې لګیا و‪ :‬حیران یم؛ تر پرونه مې له تا نه د همت درس زده کاوه؛ نن ته د بزدلۍ خبرې کوې؛ ته به‬
‫سبا ته څه کوې‪ ،‬چې خپله ښځه‪ ،‬خپله خور‪ ،‬خپله مور او یا پالر‪ ،‬ورور او زوی دې تر مخه وژل کیږي‪.‬‬

‫ما سر پورته کړ‪ :‬خدای دې نکړي؛ خو زه ستړی شوی یم‪ ...‬له دې هر څه‪ ،‬له دې ټولو شیانو او ټولو ځایونو‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬نو داسې ووایه؛ که نه؟ ته غم مه کوه‪ ،‬زه جنرال صیب ته ورځم او ستا له پاره د یوې میاشتې ارام اجازت ترې اخلم‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬سبا ټول ملګري را ټول کړه؛ نوي او زاړه؛ د استخباراتي نېټورک ښاغلي هم؛ جنرال صیب ته درسره ووایه؛ د ماخوستن ‪ ۹‬بجې‬
‫یوه غونډه سره لرو‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬سر په سترګو!‬

‫زمونږ عملیات پای ته رسیدلي و؛ خو د ملګرو غم هماغسې تازه و‪ .‬د ‪ ۴‬شهیدو شویو سرتیرو کورنیو ته مو ‪ ۶،۶‬لکه افغانۍ ورکړې؛ که‬
‫څه هم دا د هغوی د مېړانې‪ ،‬ایمانداري او خدمت په بدل کې هیڅ هم نه وې‪.‬‬

‫په سبا زمونږ میټنګ شروع شو؛ جنرال ته مې وویل‪ :‬یو څه ضرور خراب دي‪ ،‬چې زمونږ ‪ ۴‬ملګري شهیدان شول‪.‬‬

‫د کانفرانس خونې کې د نویو جذب شویو کسانو په ګډون ‪ ۱۰۰‬تنه ناست و؛ خو زما ذهن کې پخوانۍ غونډې تېرېدې؛ څنګه به مې له انعام‬
‫او شفیق سره خندل‪ ،‬ګلستان به عمر څومره ځوراوه‪ .‬سترګو مې اوښکې وکړې‪ .‬ګلستان راباندې پوه شو‪ .‬د سټیج مخې ته راغی؛ زما په اوږه‬
‫یې الس کېښود؛ ورو یې غوږ کې راته وویل‪ :‬ټول دې ویني؛ ځان سمبال کړه‪ ،‬شرم دی‪.‬‬

‫ما پوزه وسغوله؛ بیا مې وویل‪ :‬په بښنې‪ .‬د خپل مېز مخې ته ودرېدم؛ جنرال هم خفه‪ ،‬خفه راته کتل‪ .‬ما بسم هللا کړه؛ یو څو ایتونه مې‬
‫تالوت کړل او شهیدانو ته مو دعا وکړه‪ .‬بیا د نن ورځې اصلي هدف پسې راغلو‪.‬‬

‫نقشه مې د مېز پر مخ وغوړوله‪ ،‬تر څو معلومه کړم‪ ،‬چې د طول اللبلد او عرض اللبلد ‪ ۷۰‬درجې د افغانستان له کومو سیمو تېرې شوې؛‬
‫نو ومې موندله‪ ،‬چې د بدخشان کشم او شهر بزرګ‪ ،‬د تخار ورسج‪ ،‬د پنجشیر پریان‪ ،‬د نور ستان مندول (صندول) د لغمان دولت شاه او‬
‫علیشنګ‪ ،‬د ننګرهار خوګیاڼي او حصارک‪ ،‬د خوست مرکز‪ ،‬ځاځی میدان او ګربز ولسوالۍ د دغو درجو په امتداد پرتې وې‪.‬‬

‫د کوزې پښتونخوا دوه سیمې پړه چنار او میرام شاه په دغو درجو پرتې وې‪ .‬خو د ‪ ۷۰‬او ‪ ۷۲‬درجو ترمنځ چترال و‪ ،‬چې بدخشان سره یې‬
‫سرحد و‪ ،‬باجوړ و‪ ،‬چې کونړ سره یې سرحد و‪ ،‬مالکنډ او ایجنسیانې وې‪ ،‬چې ننګرهار سره یې سرحد درلود‪ ،‬ټل‪ ،‬بنو‪ ،‬ټانک او ژوب هم له‬
‫افغانستان سره پر پوله پرتې نیږدې سیمې وې‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫په افغانستان کې د ‪ ۷۰‬درجو ‪ ۷‬والیتونه و او په کوزه پښتونخوا کې هم ‪ ۷‬سترې سیمې (ضلعې او ښارونه) و‪ ،‬چې د دغو درجو ترمنځ‬
‫تېرې شوې وې‪ ،‬له خپل ټیم نه مې د تېرو ‪ ۷‬میاشتو راپور وغوښته‪ ،‬چې مونږ پکې عملیات ترسره کړي‪ ،‬جنرال هم راپاسېدلی و او له خپلې‬
‫المارۍ یې په کوزې پښتونخوا کې د ترسره شویو عملیاتو ځینې دوسیې او د سیکریټ ګارډ څلور کمپیوټرې را واخیستې‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬مونږ اووه ځله پټ عملیات درلودل‪ ،‬چې ‪ ۴‬یې په ګډه ترسره شوي‪ ۲ ،‬جنرال ترسره کړي او یو ما پخپله‪( .‬چترال‪ ،‬باجوړ‪،‬‬
‫مالکنډ‪ ،‬پاړه چنار‪ ،‬وزیرستان‪ ،‬بنو او ژوب) هغه سیمې وې‪ ،‬چې د ماشومانو او سیاستوالو د اختطاف ‪ ۳‬او د افغان دولتي مامورینو‪،‬‬
‫سوداګرو او فرهنګیانو د وژنې ‪ ۴‬پېښې پکې ثبت شوې وې‪ ،‬چې د دې مجموعه هم ‪ ۷‬شوه‪ .‬له خوسته د تښتول شویو ماشومانو شمېر هم ‪ ۷‬و‬
‫او که یاد دې شي جنرال صیب د ننګرهار په بهسودو کې هم په لومړیو بریدونو کې ‪ ۷‬غریبکاران د کانونو مزدوران وژل شوي و‪.‬‬

‫جنرال برګ برګ را وکتل‪ :‬زه به څه ووایم‪.‬‬

‫یوځل بیا مې د ټیم نورو غړو ته مخ کړ‪ ،‬د مېز پر سر پروت د پېښور د عملیاتو فایل مې را واخیسته؛ په هغه کې مې هم د ‪ ۷‬په معما پسې‬
‫سترګې غړولې‪ .‬خو څه پکې الس ته را نغلل؛ څنګه مې چې فایل بندولو؛ نو ومې لیدل‪ ،‬چې د پېښور په عملیاتو کې ‪ ۸‬کسان وژل شوي او ‪۷‬‬
‫تنه ټپیان وو‪ .‬سر ته مې په الس ټک ورکړ‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬څه وشو؟‬

‫ــ زمونږ عملیات په مسلسله توګه څارل کیږي؛ نو ځکه خو مو هر ځل عملیاتو کې یو‪ ،‬یو تن وژل شوی‪ ،‬زه چې هر حساب کوم؛ نو ‪۷ ،۷‬‬
‫راځي‪ ۷ ،‬والیته‪ ۷ ،‬د کوزې پښتونخوا سیمې او تر ډیره د دغو جنایي پېښو د پېښېدو نېټه‪ ۲۱ ،۱۴ ،۷ :‬او ‪ ۲۸‬دی‪ ،‬چې په ترتیب سره ‪۷ ،۷‬‬
‫چنده زیاتوالی ښیي‪ .‬همداراز د ټولو پېښو تلفات‪ ،‬یا پکې ‪ ۷‬کسان وژل شوي وي او یا هم ‪ ۷‬تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وي‪( .‬یانې ‪ ۷‬تنه مړه‬
‫او ټپیان وي)؛ له هغې ورځې چې زمونږ سکریټ ګارډ ټیم جوړ شوی؛ تر ننه مونږ لسګونه عملیات کړي؛ خو یوازې هغه عملیاتو کې مونږ‬
‫زیان نه دی لیدلی‪ ،‬چې ما او یا هم تا ترسره کړي‪.‬‬

‫ګلستان له منځه را غږ کړل‪ :‬مګر دا د ‪ ۷‬معما څه ده او تا ته څنګه د دې فکر درغی؟‬

‫ومې ویل‪ :‬د فابریکې په عملیاتو کې وروستۍ دروازمه ‪ ۷‬مه وه؛ خو دوی د ‪ ۷‬تر څنګ ‪ ۷۰‬هم پرې لیکلي و‪ ،‬زه چې منجان ولسوالۍ کې‬
‫د خپل مرکز په داخل کې د افغانستان نقشې ته ځیر شوم؛ نو د فابریکې سیمه د طول اللبلد او عرض اللبلد په ‪ ۷۰‬درجو کې وه‪ .‬ضرور دوی د‬
‫‪ ۷‬او ‪ ۷۰‬په نوم کوم عملیات لري؛ نو ځکه خو یې شاوخوا ‪ ۷۰‬ماشومان هم په ننګرهار کې اختطاف کړي و او هلته یې هم د ‪ ۷‬نښه پریښې‬
‫وه یعنې ‪ ۷‬خونې یې جوړې کړې وې؛ جنرال ته مې مخ کړ‪ :‬که څنګه جنرال صیب؟‬

‫هغه د اثبات سر وښوراوه‪.‬‬

‫ما ته یو ځل بیا د تېرې پېښې شهید شوي ملګري سترګو ته شول؛ په غوسې او غضب سره مې مېز ته ډب ورکړ‪ :‬په مونږ کې څوک غدار‬
‫ننوتلی‪.‬‬

‫جنرال په وازه خوله وویل‪ :‬غدار؟‬

‫له ډیرې غوسې مې سترګې سرې وې‪ :‬هو؛ غدار او دغه غدار به زه ژوندی نه پرېږدم‪ ،‬زما دې په رب قسم وي‪ .‬راتلونکې یوه اونۍ یانې‬
‫‪ ۷‬ورځو کې به یې ژوند ختم کړ‪ .‬دا د ‪ ۷‬عدد معما به هم حل کړم او هغه لوبه چې دوی پیل کړې‪ ،‬د دوی په ختمولو سره به یې ختمه کړه؛‬
‫خیر که زه او یا مې کوم بل ملګری پکې شهید شي؛ مګر د دوی څېرې به ټولې نړۍ ته ښیم او دا مې فرض جوړیږي‪ ،‬چې د دوی شروع‬
‫کړې لوبه د دوی په ماتې ور ختمه کړم‪.‬‬

‫جنرال تر ډیره حیران حیران راته کتل؛ ما د نن ورځې د غونډې د پای اعالن وکړ‪.‬‬

‫د سیکریټ ګارډ ټیم ټول غړي خپلو ځایونو ته وښورېدل‪ ،‬جنرال مې تر خوا راغی‪ :‬په یوه اونۍ کې به د غدار درک څنګه لګوې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬د ټول ټیم کسان په یو بل پسې لګوم؟‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ د جاسوسۍ له پاره؟‬

‫ــ هو‪.‬‬

‫ــ خو په دې کار بې باوري رامنځ ته کیږي‪.‬‬

‫ــ د یوې هفتې بې باوري د ټول عمر له باور نه غوره راته ښکاري؛ زه د عمر‪ ،‬انعام او شفیق مرګ څنګه هیر کړم؛ هغوی چې ما ته یې‬
‫له ورور نه زیاته مینه راکړه؛ زما په مخ کې په ډیرې بې رحمۍ په ګولیو سوري‪ ،‬سوري شول‪ ،‬مونږ له دې ویرې‪ ،‬چې نور کسان مو مړه‬
‫نشي؛ همداسې ورته کتل‪ .‬زه یې نشم هیرولی؛ کله هم نه‪...‬‬

‫جنرال له دفتره د وتلو دروازه خالصه کړه؛ زه به څه ووایم‪ .‬مګر کله دې د ټیم په کوم غړي شک راغلی؟ ځکه له ما یې ته ښه پېژنې‬
‫اخیر یې روزونکی پاتې شوی یې‪.‬‬

‫ــ په چا مې هم شک نه راځي او په ټولو مې هم شک راځي‪.‬‬

‫سوړ اسویلې مې وکیښ‪ ...‬هووووو‪ ....‬او جنرال ته مې مخ کړ‪ :‬جنرال صیب زه د ټولو هغو بریدونو او عملیاتو فایلونه او ډیټا غواړم‪ ،‬چې‬
‫زمونږ کوم ملګری پکې شهید او یا ټپي شوی وي‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬سمه ده‪.‬‬

‫بیا مې وویل‪ :‬سر له سبا زه بېرته پېښور ته ځم‪.‬‬

‫ــ پېښور ته؟‬

‫ــ هو‪ .‬دا کېسه زما د مور له مرګه پیل شوې او د دې پای هم هلته کېدلی شي؟!!‬

‫ــ هغه څنګه؟‬

‫ــ په کوم برید کې چې زما مور شهیده شوه؛ په هغه برید کې هم ‪ ۷‬تنه وژل شوي و؛ برید اتفاقي نه وه؛ زما د مور په غاړې او د زړه له‬
‫پاسه ‪ ۲‬مرمۍ خښې وې؛ د هغو عسکونه راسره و‪ ،‬چې څنګه مې ټریننګ وکړ او تا د دوربین لرونکي توپک (سنایپر‪ ،‬درزنوف) د چلولو‬
‫هنر را زده کاوه؛ نو د درزنوف مرمۍ او هغه مرمۍ سره یو شان وې‪ .‬ما هغه مرمۍ د پوست مارټم پر مهال لیدلې وې‪ .‬په هغه وخت کې‬
‫څو ځله ځایي تهاڼې ته الړم؛ د کورټ (محکمې) چکر مې هم ولګاوه؛ خو کومه ګټه یې ونکړه‪ .‬وروسته چې د دې کېس فایل ‪ Close‬کېده او‬
‫دوسیه یې تړله؛ نو فایل کې مې ولیدل‪ ،‬چې زما د مور تر خوا ‪ ۶‬نور کسان هم وژل شوي‪ .‬له هغه وخته تر دې دمه د برید په هدف نه یم پوه‬
‫شوی؛ د مور د ژوند لیک کتابچه کې هم څه نشم موندلی؛ یوازې نصیحتونه دي‪ .‬خو دومره پوهېدم‪ ،‬چې زه به له خپل مرګه وړاندې د مور‬
‫قاتالن خامخا مومم؛ نو ځکه دلته راغلم‪ .‬دلته مې هدف د ځمکې ترالسه کول و؛ خو یو دم تاسې سره یوځای شوم؛ ټریننګ مې وکړ‪ ،‬عملیات‬
‫مې وکړل او اوس د مور په غچ پسې باید پېښور ته الړ شم‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬ته یقیني یې چې پېښور کې به د سختو شرایطو الندې د خپلې مور قاتالن پیدا کړې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬سل په سله!‬

‫ــ خو زه ډیر درته ویریږم‪.‬‬

‫ــ ځکه چې مړ به شم؟‬

‫ــ نه؛ له دې چې تا نه وروسته به مې زړه نه لګیږي‪.‬‬

‫ومې خندل‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫هغه بیا ووی ل‪ :‬تا ته ډیر احتیاط پکار دی؛ ځکه لوبه ایله اوس خطرناکه شوه؛ تر اوسه مونږ نه پوهیدو؛ نو ځکه یې په تدریجي توګه ورو‪،‬‬
‫ورو زیانمن کړو؛ مګر اوس چې خبر شولو؛ جاسوس به ضرور خپلو مشرانو ته حال احوال رسوي او د هغوی وروستۍ هڅه به همدا وی‪،‬‬
‫چې څنګه مو په ټوله ییزه توګه له منځه یوسي‪.‬‬

‫ــ او دا کار به ما ته ستره ګټه ولري؟‬

‫ــ څنګه؟‬

‫ــ زه د کوزې پښتونخوا په ټولو مشکوکو سیمو‪ ،‬خوست‪ ،‬ننګرهار‪ ،‬لغمان او پنجشیر کې خپل تازه دمه ملګري لرم؛ د ایمیلونو له الرې د‬
‫خپل ټیم ډیټا ورلېږم او ورسره ګورم؛ مګر بدخشان‪ ،‬تخار او نورستان کې څوک نه پېژنم‪ ،‬چې زمونږ کسان تعقیب کړي او جاسوسي یې راته‬
‫وکړي‪.‬‬

‫ــ هغه کار به زه وکړم‪.‬‬

‫ــ خو که ژر وشي ښه به وي؟‬

‫ــ ‪ ۳۶‬ساعته څنګه؟‬

‫ــ بیخي موافق یم؛ دومره خو ما ته هم معلومه ده‪ ،‬چې تر بدخشان‪ ،‬نورستان او تخاره خبر رسول سخت وي‪.‬‬

‫جنرال وموسل‪ :‬تېز یې؛ بلکې بیخي تېز‪...‬‬

‫ــ څه وکړم؛ کار مې همداسې دی؛ چې زه تېز نشم؛ ټیم به مې څنګه تېز (چټک) شي‪.‬‬

‫ــ ډیر ښه؛ خو ته زما بېګ ته الس کړه‪.‬‬

‫ــ بیا سیګرټو ته ضرورت شو؟‬

‫ــ هو؛ بچیه؛ څه وکړم ساعت پرې تېروم او اوس مې عادت‪...‬‬

‫ــ خبره مې په خوله کې ور وچه کړه‪ :‬پوهېږم عادت دې ګرځېدلی او عادت نه ختمیږي؛ ښه نو چې داسې ده؛ زه به یې هم شروع کړم‪.‬‬

‫سترګې یې را برګې‪ :‬نه هیڅکله هم نه‪ ...‬دا انسان داسې ختموي لکه چینجی چې لرګی ختموي؛ پرې پوهیږي نه‪ ...‬خو یوه ورځ را‬
‫وغورځیږي او مات شي‪.‬‬

‫ــ او ته هم انسان یې‪ ...‬نو ته نه ماتېږې ابا!‬

‫جنرال په رډو سترګو را وکتل‪ .‬ویې ویل‪ :‬تا څه وویل؛ یو ځل بیا ووایه‪.‬‬

‫ــ دا چې ابا همدغه سیګریټ ستا د مرګ سبب کېدلی شي‪.‬‬

‫ــ سترګې یې اوښکو ونیولې‪ ،‬سیګرټ یې لرې وغورځاوه او په دې سره مونږ هم موټر کې کېناستو‪ .‬په لنډ وخت کې کور ته ورسېدو؛ ما‬
‫ګاللۍ ترور ته د ننوتلو پر وخت سالم وکړ؛ هغې ته به مې له نازه عایشه ترور ویلې؛ خبره نه وه‪ ،‬چې عایشه زما د خپلې مور نوم و‪ .‬مګر‬
‫هغه له زړه پرې خوشحاله وه‪ .‬زه خپلې خونې ته ننوتلم‪ .‬جنرال د اشپز خانې شا ته والړ و‪ .‬ښځې یې ور غږ کړل‪ :‬وه سړیه؛ ته چیرته ورک‬
‫یې؟‬

‫جنرال غږ ونکړ‪.‬‬

‫هغې د پخلنځي له کړکۍ سر را ښکاره کړ‪ ،‬ګوري چې جنرال پوزه سغوي او مخ ته بار‪ ،‬بار الس ور وړي‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ژر ورغله‪ :‬څه درباندې شوي؟ ولې ژاړې؟ الس یې مخ ته وروړ‪ :‬چیرته سمسور خو به در ته څه نه وي ویلي‪...‬؟‬

‫جنرال ژر د خپلې ښځې السونه ونیول‪ :‬نه‪ ،‬نه‪ ...‬هغه راته هیڅ نه دي ویلي؛ خو د ټول ژوند هر څه یې راته وویل‪.‬‬

‫ښځې یې ځیر ځیر ورته وکتل‪ :‬نو څه یې وویل؟‬

‫ویې موسل‪ :‬هغه نن ما ته ابا وویل‪.‬‬

‫څه شي؟ ابا یې درته وویل‪.‬‬

‫ــ هو؛ هغه راتهابا‪...‬‬

‫ښځه یې ور وړاندې شوه؛ په پېغورانه انداز یې ورته وویل‪ :‬غلی شه سړیه؛ ژاړه خو مه؛ د خوشحالۍ په ځای ژاړې‪.‬‬

‫هغه وموسل‪ :‬ښځې بس دغه دی غلی شوم؛ ځم چې دوه رکعته د شکرانې لمونځ وکړم؛ دا وګوره چې خدای په مونږ ورحمېده او زوی یې‬
‫را کړ‪.‬‬

‫ښځې یې وویل‪ :‬هغه هم ډیر نازولی او ځوان‪.‬‬

‫په دې خبره دواړو ښه وخندل او پخلنځي ته الړل؛ تر څو غرمنۍ تیاره کړي‪.‬‬

‫له ډیرو ورځو ستړیا وروسته د ‪ ۲۰۱۰‬کال د جوالیي په ‪ ۲۹‬مه ماخوستن مهال له ډوډۍ خوړلو نه وړاندې مې د خپل مشر ماما په کور‬
‫کې تلویزیون چاالن کړ‪ .‬نه پوهېږم کوم چینل و؟ خو د خبرونو په سرټکو کې یې وویل‪ :‬په کوزه پښتونخوا‪ ،‬کویټې او ټول پنجاب کې خونړي‬
‫او وژونکي سیالبونه را وتلي دي‪ .‬بیا یې ویجاړ مارکیټونه‪ ،‬وران مسجدونه‪ ،‬کورونه او روغتونونه وښودل‪ ،‬پخې پخې ودانۍ یې وښودلې‪،‬‬
‫چې څنګه یې تر دویم چت پورې اوبه ورختلې دي‪ .‬په اوبو کې غرق مالونه او حیوانات لیدل کېدل‪ .‬د پلونو غورځېدل‪ ،‬د الرو بندښت او‬
‫نورې تباهۍ مې فکر سخت خراب کړ‪ .‬ماما مې راباندې پوه شو‪ :‬زویه دا څه روان دي؛ کاشکې دې ترور ته یو زنګ وهلی وای!‬

‫ما وویل‪ :‬نمبر یې نه لرم‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬ورشه له ممانې (د ماما ښځې) نه پوښتنه وکړه؛ هغې سره شته‪.‬‬

‫ما له فاطمه خاله سره ‪ ۳‬ځله اړیکه ټینګه کړه؛ خو کومه ګټه یې نه وه؛ په ‪ ۴‬ځل کامیاب شوم؛ غږ یې وکړ‪ :‬څوک؟‬

‫ومې ویل‪ :‬سمسور!‬

‫ــ هیجاني شوه‪ :‬سمسوره ته؛ ته څومره ډیر وخت ورک شوې؛ ولې دې زنګ نه راوهه‪.‬‬

‫ــ ترورې نمبر دې نه و؛ ممانې راته وویل‪ ،‬چې‪ :‬تیره میاشت یې زوی سعید نمبر ورته راوړی؛ ما نن ترالسه کړ‪.‬‬

‫ــ ته څنګه یې سمسوره؟ ناروغ خو به نه یې؟ ماماګان او ممانې دي څنګه دي؟‬

‫ــ ښه دي؛ خاله! تاسې خپله څنګه یئ؛ پردېس او عادل دوی څنګه دي؟ نور ملګري او خپلوان په څه حال دي؟‬

‫ــ ټول ښه دي‪.‬‬

‫ــ خبر شوم‪ ،‬چې سخت سیالبونه را وتلي دي‪.‬‬

‫ــ هو؛ خو زمونږ سیمه بچ ده؛ مګر لو یې ویالې او نهرونه د دوو ورځنیو بارانونو له امله ډکې شوې او سیندونه هم را اوړیدلي؛ خلک یې‬
‫تباه کړل؛ سدرا دوی‪ ...‬غږ یې قطع شو‪.‬‬

‫په تېزۍ سره مې وویل‪ :‬هلو ترور؛ هلو؛ اورئ‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ اورم‪ ،‬اورم‪...‬‬

‫ــ په سدرا دوی څه شوي؟‬

‫ــ هغوی د وچې سیالب یوړل‪.‬‬

‫ــ د وچې سیالب؟‬

‫ــ هو؛ په سوات کې پوځ د پښتنو په سیمه کې د پاکستاني طالبانو پرخالف پوځي عملیات پیل کړي‪ ،‬چې ټول خلک یې بې ځایه کېدو او‬
‫کډوالۍ ته اړ کړي‪ ،‬د سدرا دوی کورونه ګولیو ور سوري کړل او کاروبار یې هم له منځه الړ‪.‬‬

‫ما له درده ډک اسویلی وکړ‪ :‬خاله زه راتلونکې اونۍ درځم؛ خو څوک مه خبروه‪.‬‬

‫هغې له خوشحالۍ په ډک غږ وویل‪ :‬رښتیا؟‬

‫ومې ویل‪ :‬هو؛ زه در روان یم‪...‬‬

‫له ترور سره مې خدای پاماني وکړه؛ د سدرا دوی سوچ یوړم‪ .‬د تېرو ‪ ۵‬کلونو ژوند مې سترګو ته د فلم په څیر تیر شو‪ .‬د سدرا لومړي‬
‫ځل لیدل‪ .‬له هغې سره د لومړیو خبرو لذت‪ ،‬وطن ته راتګ‪ ،‬د سیکریت ګارډ ټیم عملیات او اوس د بیرته تللو پریکړه‪.‬‬

‫ماخوستن مې د تګ سامان تیار کړ‪ .‬جنرال مې هم خبر کړ چې همدا راتلونکی سهار روانېږم‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬سهار زمونږ لور ته لږ راشه‪.‬‬

‫ګهیځ شو؛ ما له ټولو ماماګانو خدای پاماني واخیستله؛ هغوی لس منه پنډونه را وسپارل او زه نېغ په سپېشل کړې کروال موټر کې د جنرال‬
‫کور ته ورغلم‪ .‬دروازه مې وډبوله؛ جنرال راغی؛ له کلکې غېږې راکولو وروسته یې کور ته وبللم؛ میرمن یې په پلو پټ کړی الس راته‬
‫ونیو‪ .‬مشرۍ لور‪ ،‬دوهمې لور او کشرۍ لور شبانې یې هم له یو لوري د ستړې مشې غږ وکړ‪ .‬ټولو ډیر ټینګار وکړ‪ ،‬چې چای ورسره‬
‫وڅښم؛ خو ما وویل‪ :‬ناوخته کیږي‪.‬‬

‫د تګ په وخت کې د جنرال میرمنې را غږ کړل‪ :‬زویه ته بیرته راځې؟‬

‫شا ته مې را وکتل او ومې خندل‪ :‬هو ترورې؛ ضرور به راځم؛ یوازې ستا له پاره‪.‬‬

‫هغې وموسل‪ :‬نو بیا خو ژر راشه‪ ،‬مونږ دې ډیر انتظار نشو کولی‪.‬‬

‫له جنرال او د سیکریت ګارډ له ځینو ملګرو مې خدای پاماني واخیسته او د جالل اباد له اډې نه تورخم ته الړم؛ له هغه ځایه پېښور ته‬
‫ورسېدم؛ که څه هم دوه ځله وړاندې هم پېښور او ټل ته د عملیاتو په موخه تللی وم؛ خو دا ځل تګ ځانګړې تلوسه او خوند درلودل‪ .‬د‬
‫سړکونو کنډې کپرې هم پخې شوې وې‪ .‬له تورخمه تر پېښوره په تګ نه یم پوه شوی؛ موبایل کې مې د هارون باچا سندره‪« :‬اوس دې یادونه‬
‫افسانې ښکاري» اورېدله او وروسته مې د عبدالخالق رشید (دلته خدایان خوشحاله دي) ناول را واخیسته‪ ،‬نه پوهېږم څه عجیبه پوځي وم (د‬
‫سدرو مینه‪ ،‬د ادبیاتو شوق او تر هر څه زیات د ملګرتیا او خپلوي پالل) دا ټول پر پوځي انسان بند وي؛ ځکه هغوی یوازې (وطن او وظیفه)‬
‫پېژني خو زه بیا داسې نه وم‪ ،‬نارمل اوسېدم؛ لکه څنګه چې نور په ژوند مین خلک وي‪.‬‬

‫ال هماغسې په زړه داغلی او له پالره نفرت کوونکی وم؛ که څه هم د مور جانې په ډایري کې هر ځای بس همدا یوه جمله وه‪( :‬پالر دې‬
‫ښه سړی دی؛ له زړه مجبور و؛ ته ترې نفرت مه کوه؛ هغې ما ته د یوې ښځې مقام راکړی و؛ خو د یوې مینې او میرمنې نه) او زه بیا‬
‫همدې توري ځورولم‪ ،‬چې ولې یې زما مور ته په سپکه کتلي دي‪ .‬کله کله خو به مې زړه کې تېر شول‪ ،‬چې کوژدن یې په کوچنیتوب شوې‬
‫وه؛ نو پالر خو نارینه و؛ له نیکه سره یې ضد کولی شو؛ دغه فیصله دې رد کړې وای او زما مور به هم خپل سم ژوند کړی و‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫په پېښور ښار کې مې څه سامان را واخیسته او له ډول ډول میوو‪ ،‬سوغاتونو او د ماماګانو له امانتونو سره یوځای په کرایي کړې ټیکسي‬
‫کې رأسا ٌ د ترور د کور په لوري ورغلم‪ .‬له موټره ښکته شوم او ټول سامان مې د کور مخې ته کېښود‪ ،‬دروازه مې وډبوله‪ ،‬څوک نه را وتل؛‬
‫بیا مې وډبوله‪ ،‬خو بیا هم د چا درک نه لګېده‪ .‬په دریم ځل مې دروازې ته الس وروړ‪ ،‬چې ترور مې د دروازې شا ته وویل‪ :‬څوک؟‬

‫ورو غږ مې وکړ‪ :‬ترورې زه یم! سمسور یمه‪.‬‬

‫هغې ژر ژر دروازه خالصه کړه‪ .‬په ما یې رامنډې کړې او کلکه غېږه یې راکړه؛ ځان یې ډیر ټینګ نیولی و؛ خو اخیر یې هم اوښکو له‬
‫سترګو الره وکړه‪.‬‬

‫ومې خندل‪ :‬زه نو کله ژړا ته راغلی یم‪ .‬ما ویل؛ لږه خوشحالي به پیدا کړم‪.‬‬

‫هغې په ژړغونې انداز وویل‪ :‬سمسوره! ته چیرته وې؟ دومره ډیره سزا‪ ...‬ولې دومره وځنډېدې؟ پنځو کلونو کې دې یو ځل هم و نه‬
‫پوښتلو‪.‬‬

‫ما د ترور ګیلې اورېدلې‪ ،‬چې د هغې ‪ ۱۲‬کلنې مشرې لور را ته الس راکړ‪ :‬سمسور کاکا ستړی مشې‪ .‬ما له غومبرو کش کړه‪ :‬خیر دې‬
‫نصیب؛ ډیره غټه شوې یې؛ زه چې تلم څومره کوچنۍ وې اوس لویه ښځه ښکارې‪.‬‬

‫سامانونه مو کور ته دننه کړل‪ .‬ډیر ستړی وم؛ خو ترور مې بیا هم د خپلو وروڼو (ماماګانو) حال احوال را نه وپوښته؛ بیا یې زما د‬
‫مصروفیتونو پوښتنې شروع کړې او ما هم د سیالبونو‪ ،‬ژوند‪ ،‬عادل دوی او د سدرا دوی د تباهۍ حال وپوښته‪ .‬په دومره وخت کې یې مشرۍ‬
‫لور خوراک هم را تیار کړ‪ .‬له ډوډۍ مې زړه نا زړه دوه دری ګولې وکړې او د ترور په غوښتنه د دمې په نېت ویده شوم‪ .‬ماسپښین ناوخته‬
‫‪ ۳‬نیمې بجې را ویښ شوم‪ .‬ژر ژر مې قضا کېدونکی لمونځ وکړ او کله چې د باغچې په لوري الړم؛ سترګې مې په را روانې سدرا ولګېدلې؛‬
‫هغې ټیټ کتل او چې څنګه یې زه ولیدلم؛ ځای پر ځای ودرېدلهالس کې نیولی د پښتو کتاب او کتابچه ترې وغورځېدل‪.‬‬

‫سدرا هماغسې دنګه او له ما یو انچ ټیټه ښکارېدله‪ .‬په تنې کې نارینه ؤ ته ورته وه؛ خو ډیره نرۍ او کمزورې ښکارېدله‪ .‬تور پرتوګ‪،‬‬
‫سور کمېس او شوتلي رنګه سالیو یې ملي بیرغ ښکارېده‪.‬‬

‫سدرا ځای پر ځای والړه ودرېده؛ ما څو قدمونه ور واخیستل‪ ،‬هغه لکه زلزله چې پرې راغلې وي‪ ،‬رپېدله‪ ،‬ژېړ مخ والړه وه او حواس یې‬
‫په کنترول کې نه و؛ زه نور هم وړاند ې ورغلم‪ .‬دواړه سره ډیر نیږدې شولو‪ ،‬هغې هماغسې کله راته کتل او کله به یې سر ښکته کړ؛ ما په‬
‫بنده ژبه‪ ،‬له خولې څو مات توري را بیل کړل‪ :‬سدرو څنګه یې؟‬

‫هغې لکه کومه ستره جټکه یې چې خوړلې وي‪ .‬سر یې راپورته کړ؛ خو ژر یې مخ واړاوه‪ .‬بیا یې ځمکه باندې لویدلی کتاب او کتابچه‬
‫راپورته کړل او پرته له څه ویلو یې د دروازې په لوري منډه کړه‪ .‬ما یو څو قدمه ور واخیستل؛ خو نه پوهېږم کوم خنډ ودرولم‪( .‬شرم که‬
‫پښتو؟)‬

‫د پښتنو سایل څومره ښه ویلي‪:‬‬

‫په موده پس شو سره مخ سره مو و نه ژړل‬

‫د پشکال وریځې خو داسې بې بارانه نه وې‬

‫بیرت ه د باغچې په لوري راغلم؛ په زړه مې ګرځېدل‪ :‬معصومې سدرو! څومره سپېڅلې یې؛ ستا مینه څومره صفا ده؛ ته له زړه لکه‬
‫پریښته‪ ،‬له کرداره پاکه پښتنه او په څیرې د کومې بلې نړۍ ښاپیرۍ‪ .‬په زړه مې د مرحوم صابر غزل چې تورخم کې مې له ځان سره‬
‫لوسته؛ داسې ګرځېده‪ ،‬لکه ګل باندې بورا‪:‬‬

‫له یو بله خبر یو د یو بل په زړه پوهیږو‬

‫خو یو بل ته کتی نشو له یو بله شرمیږو‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫په بل هنر په بله دعا خدای خبر که روغ شو‬

‫د مینې په اور سوي یو په مینه به رغیږو‬

‫دنیا راته والړه وي دنیا راته پسخیږي‬

‫چې زه او هغه ناست یو سره خپلو کې ګړیږو‬

‫زمونږ د بیلېدو نظاره هم د تماشو وي‬

‫ودریږو‪ ،‬روانیږو ځو‪ ،‬دریږو‪ ،‬روانیږو‬

‫د سترګو دا یوه نیکي دې ډیره ده لوګی شم‬

‫پناه راکړې چې کله د حاالتو نه پټیږو‬

‫له ځانه سره مې وخندل‪ ،‬چې ترور مې را غږ کړل‪ :‬دروازه چا په درز بنده کړه؟‬

‫ومې ویل‪ :‬سدرا وه؟‬

‫ــ نو چیرې؟‬

‫ــ بیرته الړه!‬

‫ــ ولې؟‬

‫ــ پوه نشوم‬

‫ــ رښتیا؟‬

‫ځان مې بې پرواه وښوده‪ :‬بالکل!‬

‫ترور مې وخندل‪ :‬پوخ استاده ماشوم ولې جوړېږې؟‬

‫ــ څه مطلب ترور؟‬

‫ــ عاقل ته اشاره بس وي‬

‫سر مې ښکته کړ؛ پوه شوم‪ ،‬چې ترور یا خو پوهه شوې او یا څه شک ور لوېدلی‪ .‬زه په همدې سوچ کې وم‪ ،‬چې ترور مې وویل‪ :‬زما‬
‫خوریی ما ته په ‪ ۱۸‬کلني کې دومره شوخ او استاذ نه ښکارېده؛ څومره چې و‪ .‬راته ځیر شوه‪ :‬سدرا ته لیکلی خط دې لومړی زما الس ته‬
‫راغلی و‪.‬‬

‫سترګې مې خالصې پاتې شوې‪ ،‬بیا مې وموسل‪ ،‬برني غاښونه مې په الندینۍ شونډې کلک کړل او په شوخ انداز مې وویل‪ :‬نو زما ترور‬
‫په هر څه پوه ده؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫هغې وویل‪ :‬هو؛ سدرا ستا له تګ وروسته ډیر ځله را نه وپوښتل‪ ،‬چې سمسور چیرته ورک دی؟ ولې نه ښکاري؛ ما چې ستا د تګ په‬
‫لومړۍ ورځ کور کې د سدرا کتابچه را واخیسته؛ د منځ پاڼه ترې ولوېدله؛ له ځانه سره مې وساتله او د دې له پاره چې ستا په اړه د هغې‬
‫مینه او احساس معلوم کړم‪.‬‬

‫ــ نو هغې زما په اړه څه احساس درلود؟‬

‫ــ مینه یې درسره درلودله‪...‬‬

‫مینه؟ په سوالیه انداز مې وپوښتل‪.‬‬

‫ــ هو ساده! همدا مینه وه‪ ،‬چې اوس یې ولیدلې؛ نو د خبرو ځواک یې له السه ورکړ او الړه‪.‬‬

‫ومې خندل او سر مې ښکته کړ‪.‬‬

‫ترور را غږ کړل؛ ته همداسې شرمېږه؛ زه به سدرا راولم‪.‬‬

‫ــ او که نه راتله‪.‬‬

‫ــ رضا به یې کړم‪.‬‬

‫ــ څنګه؟‬

‫ــ ګوره اسانه کېسه ده‪ .‬ستا له لیدلو وروسته به کوټه کې غلې ناسته وي او څو اوښکې به یې په اننګو څڅیږي‪ ،‬چې زه ورشم له ما به یې‬
‫پټوي او په یوه نه یوه بهانه به یې دلته راولم‪ .‬هغه زما زده کوونکې ده‪ ،‬هره خبره مې مني‪ .‬ډیره خوږه ده‪.‬‬

‫زه په باغچې کې بې سکونه او ناقراره کېناستم؛ د پام غلطولو په موخه مې د انګورو له لویې څپرۍ نه څو وښکالي را وشکول او په یو‬
‫قاب کې مې مینځلي مخ ې ته کېښودل‪ ،‬چې ترور مې را روانه ولیدله؛ خو سدرا ورسره نه وه؛ ور پورته شوم‪ :‬ترور سدرا چیرې؟‬

‫په خندا یې وویل‪ :‬ولې؟ دومره ژر راشي‪ ،‬تا پرې ‪ ۵‬کاله انتظار وکړ او خپله ‪ ۵‬دقیقې انتظار نشې کولی‪.‬‬

‫زه په ځان کې وهل کېدلم؛ د بدن هره حصه راته مالمته او جفاکاره ښکارېده؛ خو ترور مې وخندل‪ :‬ته فکر مه کوه؛ هغه راځي‪wait a ( .‬‬
‫‪)munite‬‬

‫ترور مې وویل‪ :‬زه چای را تیاروم؛ ته همدلته انتظار کوه؛ ویې خندل‪ :‬هغه به هم ژر راښکاره شي‪.‬‬

‫زه پوه شوم‪ ،‬چې ترور زمونږ ترم نځ خنډ نه جوړیږي‪ .‬دیوال ته ډډه وهلی په انتظار ناست وم‪ ،‬بیا ژر په شنه کبله کې وغځېدلم‪ .‬د انګور‪،‬‬
‫دنګو چنارونو او د چمن په خوا کې له حوض نه راغلې ویالې کې یخو اوبو ځانګړی منظر جوړ کړی و‪ .‬په وار وار سره مې دروازې ته‬
‫کتل؛ خو څوک نه ښکارېدل؛ په زړه مې سل رنګه وس وسې ګرځېدلې؛ سدرا به له ما خفه وي؟ څه به راته وایي؟ زه به یې څنګه پخال کوم؛ د‬
‫جبري جدایي په ځواب کې به ورته څه وایم‪ .‬ما هغې سره ظلم کړی‪ .‬بیا مې په زړه وګرځېدل؛ مګر دا هر څه هم ضروري و؛ خو تر مینې‬
‫هم زیات؟ زړه به مې ژر د سدرا طرفداري شروع کړه‪.‬‬

‫زه په همد ې کشمکش کې وم‪ ،‬چې د ګالب د یو وچ شوي بوټي تر څنګ مې د سدرا سایه ولیدله؛ ژر پورته شوم‪.‬‬

‫سدرا ښکته کتل‪ :‬ما سل زړونه را جمع کړل؛ خو بیا هم د خبرو کولو جرأت نه پوهېږم چیرته تللی و؛ هماغسې چوپ شوم‪ .‬سدرا له ما دوه‬
‫قدمه وړاندې شوه؛ له لمره پناه او د انګور تر یخ سیوري الندې کېناسته‪ .‬زه یې هم تر څنګ کېناستم؛ خو د هغو ورځو په څیر نه چې ما او‬
‫سدرا پکې سره وپېژندل؛ هلته به ډیر غږېدلم؛ مګر اوس مې حلق ژبه نیولې و؛ ګونګ وم‪ .‬سر مې ښکته کړی و‪ ،‬چې سدرا په کمزوري غږ‬
‫وویل‪ ۵ :‬کاله؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ما د نه غوښتلو باوجود هغې ته ور وکتل‪ .‬هغ ه چې له شوتلي شین ټیکري نه یې د مخ دواړو خواو ته پیکی راځوړند و؛ په غمجنه لهجه یې‬
‫وویل‪ :‬ما ‪ ۵‬کاله انتظار وکړ‪.‬‬

‫څه ویلو ته مې خوله جوړوله‪ ،‬چې ویې ویل‪ :‬ښاغلی سمسور! د یو لیک په خاطر ‪ ۵‬کاله انتظار ارضي؛ دومره سزا به بس وي؟‬

‫زه نیم هم پاتې نه وم‪ .‬سدرا ته مې د کتلو توان له السه ورکړی و‪.‬‬

‫خو هغه هماغسې لګیا وه‪ :‬ته چیرته وې سمسوره؟ دا دومره ستره موده؛ دا د ‪ ۵‬کلنو ورځې او شپې په ما څنګه تېرې شوې؟ تا د دې‬
‫پوښتنه کله هم ونکړه؟ تا څومره په اسانۍ وویل‪ :‬چې زه به دې تر وروستۍ ساه یاد ساتم؛ خو نه؛ تا خو هېره کړې وم‪.‬‬

‫زه هماغسې سکته نېولی وم‪ .‬رنګ مې تغیر خوړلی و‪.‬‬

‫سدرا وموسل‪ :‬ستا لیک ما هره ورځ لوستلی دی؛ هر سهار مې د کور له دروازې په دې نېت سر را ویستلی‪ ،‬چې ښایي ته به راغلې یې او‬
‫زه به دې وګورم؛ هره ماسپښین د فاطمه خاله کره راتلم؛ ما ویل‪ :‬ښایي یوه ورځ بیا د پښتو درس راته ووایې‪ .‬هره شپه مې روڼه تېروله؛ زړه‬
‫مې ویل‪ ،‬چې‪ :‬ته به هم په دې شپه زما په څیر ویښ یې؛ نو زه ولې ویده شم‪.‬‬

‫سدرا په ځیر را وکتل او په ژړغوني غږ یې وویل‪ :‬سمسوره! ما پوه کړه‪ ،‬چې تا راسره مینه کوله؛ که نه؟ زه نور د دې ستم زغم نه لرم‪.‬‬
‫نور نو زغم نلرم‪ .‬زه نلرم زغم‪...‬‬

‫زما سترګو اوښکې نیولې وې‪ ،‬زړه مې یوې چیغې ته الره کتله؛ خوله مې خبرو ته نه جوړېده؛ هیڅ نه پوهېدم‪ ،‬چې څه ووایم‪ .‬رب کوم‬
‫امتحان اخیسته؟ نه وم خبر؛ خو زړه مې دومره ستړیا حس کوله‪ ،‬چې کله مې هم نه وه لیدلې‪ .‬سر مې د خونې له دیوال سره جوخت کړ او‬
‫سترګې مې اسمان ته ونیولې‪ ،‬سدرا بیا وویل‪ :‬ته چیرته وې؟ سمسوره! مونږ دې ولې پریښودو؟‬

‫ما دا ځل هم کوم ځواب و نه وایه‪ .‬هغه له ځایه پورته شوه او په ترخه لهجه یې وویل‪ :‬زه دلته د همدې ځواب غوښتلو ته د ترور په ډیرو‬
‫عذرونو راغلم؛ که نه زما راتلل ناشوني و او تر هغو به را و نه ګورم‪ ،‬چې زما کړې پوښتنې را ځواب نکړې‪ .‬سدرا لومړی قدم اخیسته‪ ،‬چې‬
‫ما له السه ونیوله؛ ور پورته شوم او السونه مې ترې تاو کړل؛ هغه ویرېدلې او بې حسه والړه وه‪ .‬ما سدرا خپلې سینې پورې جوخته کړه؛‬
‫دومره چې د یو بل د زړونو دربا مو حس کوله‪.‬‬

‫سدرا پ ه ژړا شوه‪ :‬ولې سمسوره؟ اخیر ولې؟ زه دې ولې تر مرګه ورسولم‪.‬‬

‫ما هماغسې په سینې پورې نیولې وه‪ ...‬سلګۍ یې وهلې او بیا یې الندې نیولي السونه زما ګریوان ته راپورته کړل‪ ،‬ریږدېدله‪ ،‬له یوې‬
‫شېبې وروسته مې پرېښوده او له کوره ووتلم‪.‬‬

‫که څه هم دلته کېسه بدله وه؛ خو هغه څه ښه یي ویلي‪:‬‬

‫چې ګیلې مې را شروع کړې‪ ،‬سر یې ښکته که؛ موسکۍ شوه‬

‫ژر یې کلکه غاړه راکړه؛ جوړې هېره ترې بهانه شوه‬

‫مازدیګر ناوخته کور ته راغلم‪ ،‬ما ویل سدرا به اوس تللې وی؛ خو چې کور ته ننوتلم‪ ،‬یو ځل بیا مې سترګې ورسره ولګېدلې‪ .‬د خبرو‬
‫جرائت مې وکړ‪ .‬له جوړ پخیر وروسته مې هغې ته مخ کړ‪ :‬ځان دې ولې تر دې حده رسولی؟ ما له تا دغه هیله درلودله؟‬

‫هغې وموسل‪ :‬په ما څه شوي؛ زه خو رکه روغه یمه‪.‬‬

‫سترګې مې تنګې او تندی تریو کړ‪ :‬نو روغه ستا په شان یي؟‬

‫ــ ستا په څیر هم نه وي‪ ،‬بدن دې هماغسې قوي ښکاري؛ خو رنګ دې لږ څه تور شوی‪ ،‬شونډې دې هم سپېرې او وېښته دې کم شوي‬

‫ــ مګر له تا اوس هم ښه یم‪ .‬په پوزه مې ګوته ورته کېښوده‪ :‬پوزه دې دومره ژېړه او کږه شوې؛ لکه مړی‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ که ته نه وای راغلی‪ .‬ښایي مړه شوې هم وای‪.‬‬

‫ما بیا سدرا ته ځان مالمت محسوس کړ؛ هغې مې له السو ونیوله‪ .‬سدرا ته ولې دومره ښه یې؟ تا باید زما په څیر تن ته دومره انتظار نه‬
‫وای کړی‪.‬‬

‫هغې په زړه نری سوک راکړ‪ :‬ولې ستا اراده خو به نه وي بدله شوې‪.‬‬

‫ومې خندل‪ :‬که اراده بدله هم کړم؛ نو کومه ګټه یې نشته؛ ځکه زه خو به کومه انجلۍ خوښه کړم؛ مګر ما بدرنګ له تا پرته څوک خوښوي‬
‫ال نه!‬

‫هغې خپل السونه زما په السونو کې کلک کړل او ویې موسل‪.‬‬

‫مونږ ‪ ۲۰‬دقیقې همداسې د یو بل تر څنګ ناست و‪.‬‬

‫سدرا هر څه را نه وپوښتل؟ ما هم د ځمکې‪ ،‬د واکسینو له موسسې (یونیسف) سره د کار او بیرته پرېښودلو‪ ،‬د ښوونځي د ختمولو‪،‬‬
‫ماماګانو‪ ،‬پوهنتون او نویو ملګرو ټول احوال ټکی په ټکی ورکړ؛ خو د سیکریت ګارډ خبره مې ترې پټه وساتله‪.‬‬

‫د خبرو په منځ کې مې سدرا ته مخ ور واړاوه‪ :‬رښتیا د نصیر او ماللې کیسه چیرته ورسېدله؛ کوژدن یا واده؟‬

‫هغې وویل‪ :‬یو هم نه؟‬

‫ــ ولې؟‬

‫ــ مالله نصیر ته نه ورکوي؟‬

‫ــ د کوم دلیل له مخې؛ هغه ستاسې په څیر افغان دی‪ ،‬پښتو وایي‪ ،‬پیسه لري‪ ،‬تعلیم یې کړی‪ ،‬د ښکلې څیرې څښتن دی او له دې ټولو‬
‫وراخوا له ماللې سره مینه لري او هغه هم پرې مینه ده؛ که داسې نه ده؟‬

‫سدرا پورته شوه‪ :‬د ماللې پالر په سوات کې د مچیو او شهدو (شاتو) کار کاوه؛ زرګونه ډبې مچۍ یې درلودلې؛ خو کله چې سوات کې‬
‫پوځي اپریشن پیل شو‪ ،‬نو د پالر مچۍ یې غرقې شوې‪ ،‬هغه ته په خپل کاروبار کې سخت زیان واوښته‪ .‬له هر لوري د قرضدارو تر نارو‬
‫الندې راغی‪ .‬زما ابا جان او وروڼو ورسره ډیره مرسته وکړه؛ خو ونشوه؛ د بنو یو سوداګر و‪ ،‬چې په دغه تاوان کې یې د ماللۍ پالر ته ‪۱۵‬‬
‫لکه پیسې ورباندې وې؛ د ماللې پالر نه یې خپل لور ته مالله وغوښتله؛ تر څو یې قرض پرې ختم شي؛ د ماللې پالر ورسره الس اچولی و؛‬
‫خو هغه ورته په تګ‪ ،‬تګ کې ویلي و‪ ،‬چې که زندان دې خوښ وي؛ نو ژر به دې ور ولېږم او که د خپل ځان‪ ،‬لور او کورنۍ عزت دې‬
‫پکار وي؛ نو دا ګز او دا میدان‪.‬‬

‫د ماللې پالر نه منله؛ خو ماللې چې دا هر څه په خپلو سترګو لیدلي و‪ ،‬رضا شوه‪ ،‬چې د سوداګر له زوی سره کوژدن وکړي‪.‬‬

‫نصیر خوار په دې کېسې له خبرېدلو وروسته خپل پالر نه ‪ ۱۵‬لکه روپۍ په دې بهانه وغوښتې‪ ،‬چې ګواکې دی پرې کوژدن او کاروبار‬
‫شروع کوي؛ خو هغه و نه منله؛ ویل یې‪ :‬کوژدن دی په خپله خوښه ورته کوي او که ډیر د کاروبار شوقي وي؛ نو ما سره دې الهور نه‬
‫رختونه راوړي؛ زما اوږه به هم پرې سپکه شي‪ .‬نصیر له هر لوري مرسته وغوښته؛ خو ونشوه؛ همغه و‪ ،‬چې نشې ته یې مخه کړه او دا دی‬
‫په راتلونکې اونۍ کې به د ماللې کوژدن هم وشي؛ خو هغه نه ده خوشحاله؛ یوازې د پالر او کورنۍ د عزت د بچ کولو په خاطر دا هر څه‬
‫کوي‪.‬‬

‫څو ساړه اسویلي مې وکړل‪ ،‬ژړا مې ستونی خپ کړی و‪ ،‬زړه مې د نصیر په حال ډیرې کوکارې ووهلې؛ خو له خولې مې غږ نه خوت‪.‬‬
‫له سدرا رخصت شوم او د لسګونو ادرسونو په اخیستلو سره اخیر هم نصیر ته ور ورسېدلم؛ هغه مې د ارباب نیاز سټیډیم شا ته ولیده‪ ،‬چې‬
‫یوه ډله چرسیانو سره ناست و‪ .‬زه یې ولیدلم‪ .‬برګ برګ یې راته کتل‪ .‬ورغلم الس مې ورته ونیو؛ هغه هم الس را وړاندې کړ؛ خو بیرته یې‬
‫شا ته کړ؛ ویې ویل‪ :‬زه تاسو خلکو نه نفرت کوم؛ تاسې خودغرضه یئ‪ ،‬د چا درد نشئ محسوسولی؛ په زړونو کې مو کاڼي دي‪ .‬الس یې‬
‫راته پورته کړ‪ :‬ځه؛ ته هم ځه؛ ستا څیره هم د نورو په څیر ده‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ما وژړل؛ کړه مې‪ :‬نصیره!‬

‫هغه غږ نه کاوه؛ له جړو وېښتو ډک سر یې ښکته نیولی و‪ ،‬خپل څادر یې له ځانه کلک تاو کړی و‪ .‬سر ترې زنګېده‪ ،‬السونه یې ړپېدل‪،‬‬
‫په حواسو یې واک نه درلود؛ د ژامې یې کرپا ختله‪ ،‬بدن یې ډیر تغیر کړی و‪ ،‬د خوارځواکۍ نښې پکې پیدا شوې وې‪ ،‬سره ډوله ډک‬
‫غومبرو کې یې هډوکي را وتلي و‪ ،‬په غنمرنګه بدن یې ژېړ پوستین غوړېدلی و او السونو کې یې سیګریټ و‪ .‬ما ته یې ونیو‪ .‬ته هم یو کش‬
‫ورکړه‪ ،‬چې د نړۍ له غمونو اوزګار شې‪.‬‬

‫زما د ژړا اواز اوچت شو‪ .‬نصیره! زه‪...‬‬

‫سر یې پورته کړ‪ :‬ته‪.‬‬

‫ما ویل که ویې پېژندلم؛ خو د هغه خوله خالصه پاتې شوه‪ .‬په حیرانه څهره یې وویل‪ :‬ته‪...‬؛ ته څوک؟‬

‫ژر ژر مې وویل‪ :‬زه‪ ،‬زه سمسور یم‪ ،‬ستا ملګری او ورور‪.‬‬

‫سر یې وڅنډه‪ :‬زما سمسور‪ ...‬زما دوست او ملګری‪ ...‬ویې خندل؛ خبرې ترې ګډې وډې شوې؛ سر یې په تېزۍ وڅنډه؛ داسې چې ما ویل‪:‬‬
‫اوس به یې د ورمېږ د ماتېدو غږ واورم‪ .‬په غوسې یې وویل‪ :‬سمسور خو مړ شوی‪ ،‬هغه خو مړ دی‪ .‬ته ولې ټوکې کوې‪ .‬هغه‪ ...‬په ژړا شو‪.‬‬
‫زه یې یوازې پرېښوم‪ ..‬بیا یې ناڅاپي خندا وکړه‪ :‬که اوس وای؛ نو یو کش خو به یې راسره کړی و‪ .‬د کړس کړس خندا اواز یې په شاوخوا‬
‫سیمه کې انګازې خپرې کړې‪ .‬له ډیرې خندا نه کوږ ولوېده‪ ،‬بې حاله شو‪ ،‬ملګري یې ترې پاڅېدل‪ .‬زه ورته په ژړا شوم‪ .‬الس مې له مال او‬
‫پښو ور الندې کړ‪ .‬د ارباب نیاز سټیډیوم په عمومي دروازې کې مې یو موټر کرایي کړ؛ په پېښور کې مې د نشه ییانو عمومي مرکز ته بوته؛‬
‫د هغه ځای اوضاع خوند رانکړ؛ یو شخصي کلینک ته مې روان کړ‪ .‬کله چې هسپتال کې داخل شو‪ .‬نو ډاکټر یوې څنډې ته کړم‪ :‬ته یې څه‬
‫کېږې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬ورور!‬

‫ــ دې هلک له کله نه نشه شروع کړې؟‬

‫ــ دریو میاشتو نه‪.‬‬

‫ــ زما په خیال چې ده هره ورځ ډیره زیاته نشه کړې؛ که داسې نه وای؛ نو ولې یې ځیګر او سږي دومره ژر په تخریبېدو پیل وکړ‪.‬‬

‫ــ په تخریبېدلو؟‬

‫ــ هو‪ ...‬دی باید ‪ ۴‬میاشتې دلته واوسي؛ نه پرې کوم کار وشي؛ نه روزګار‪ ،‬په همدغو ‪ ۱۲۰‬ورځو کې به د ده وینه بیرته تصفیه شي‪ ،‬بدن‬
‫به یې عادي حالت ته راوګرځي او نارمل ژوند به شروع کړي؛ خو ‪...‬‬

‫ــ خو‪...‬؟‬

‫ــ خو که ده بیا ځلي نشه پیل کړه؛ نو ختم یې وبوله‪.‬‬

‫ــ ختم یې وبولم؟‬

‫ــ هو؛ یعنېزما‪ ...‬؛ زما د خبرې مطلب دا دی‪ ،‬چې که ورور دې بیا نشه شروع کړه؛ مړ به شي‪.‬‬

‫ــ په جدیت او غوسې مې ډاکټر ته وویل‪ :‬هغه به بیا راڅخه نشه ونکړي‪.‬‬

‫ــ ډاکټر وویل‪ :‬دغه شانتې؛ باید دوهم ځلي نشه ونکړي‪ .‬بیا یې په مال وټپولم‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د ډاکټر له نرمې رویې سره زما طبعه هم لږ څه ارامه شوه؛ ومې ویل‪ :‬ډاکټر صیب؛ له هسپتاله خو به د تېښتې کومه الره نه وي؛ ځکه‬
‫نشه یي بې نشې یوه ورځ هم نشي پاتې کېدلی ان په مرګونې الر هم ځان تر نشه یي توکو رسوي؟‬

‫ویې خندل‪ :‬نه؛ ته بې غمه اوسه په تېرو ‪ ۱۲‬کلونو کې له دې ځایه څوک نه دي تښتېدلي‪.‬‬

‫له ډاکټره مې مننه وکړه؛ هغه په تګ تګ کې شا ته را وکتل‪ :‬ښاغلیه! تاسې باید د مریض ډیره پاملرنه وکړئ؛ هغه ستاسې مینې ته اړتیا‬
‫لري‪.‬‬

‫ــ پوه شوم‪ ،‬چې ډاکټر د پاملرنې لغت سم استعمال نشو کړی؛ هغه له ما سره د کره پښتو ویلو په نېت پاملرنه وویل؛ که نه ټول پېښوري‬
‫ډاکټران خیال کول وایي‪.‬‬

‫له هسپتال نه سیده خپل کور ته الړم‪.‬‬

‫په سبا سهار ناوخته د نصیر دوی کور ته ورغلم؛ د کور دروازه یې کشر ورور (شبیر) خالصه کړه‪ ،‬هغه چې ولیدلم؛ کلکه غاړه یې‬
‫راکړه؛ په ژړانده غږ یې وویل‪ :‬ته چیرته وې؛ سمسور الال! زما نصیر الال خو تباه شو‪ .‬هغه خو زمونږ له ښې ووته‪ ،‬هغه خپل ژوند خپله‬
‫ځانته ختم کړ‪.‬‬

‫ما یې په سر الس راښکه؛ ورته ومې ویل‪ :‬پالر جان دې چیرې؟‬


‫ویې ویل‪ :‬کور کې دی‪.‬‬

‫ــ ته ورته غږ کړه!‬

‫ــ ښه؛ خو خیریت و؟‬

‫ــ هو‬

‫شبیر‪ ،‬چې زما د کوچني ورور عادل او خاله زوی پردېس کلک ملګری و‪ ،‬پالر ته یې غږ کړ‪.‬‬

‫پالر یې له کوره را بهر شو‪ .‬ستړي مشې یې راسره وکړه‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬کاکا زه د نصیر ملګری یم؛ د هغه په اړه درسره څه خبرې کولی شم‪.‬‬

‫د پالر سترګې یې را وختلې؛ د سور رنګ وحشت مې پکې ولیده؛ په غوسه یې راته وویل‪ :‬زما زوی نشته؛ د نصیر په نوم زه څوک نه‬
‫لرم‪.‬‬

‫زه ور وړاندې شوم؛ کاکا؛ نصیر خو‪...‬‬

‫خبره یې را ختمه کړه‪ :‬ومې ویل؛ بس نو‪...‬‬

‫خو کاکا جانه!‬

‫ــ ته په خبره پوهېږې؟ زمونږ هیر شوي غمونه مه را تازه کوه!‬

‫زه چوپ شوم‪ .‬پرته له خدای پاماني اخیستلو روان شوم؛ شا ته مې وکتل؛ شبیر په دروازه کې والړ و‪ ،‬سترګو یې څو مظلومې اوښکې‬
‫نیولې وې؛ ما د الس په اشاره پوه کړ‪ ،‬چې ما پسې راشه‪ .‬هغه له پالره وړاندې کور ته ننوت؛ زه د نصیر دوی د کور تر څنګ دوکان کې‬
‫ودرېدلم؛ سختې لوږې پسې اخیستی وم؛ دوه (فانټا) بوتلونه او ‪ ۶‬کوچني ‪ ۵‬روپۍ وال پاکټ بنده (حالل) کیکونه مې را واخیستل؛ شبیر هم‬
‫راغی؛ یو بوتل او ‪ ۳‬کیکونه مې ورکړل؛ خو هغه یوازې یو کیک واخیسته‪ .‬مونږ دواړو ځان د خپلې ترور تر کوره ورساوه‪ ،‬شبیر بهر‬
‫ودرېده؛ زه د خاله کور ته دننه شوم د هغې په مرسته مې سدرا را وغوښتله؛ ټوله کېسه مې ورته وکړه او ومې ویل‪ :‬ته په کومه بهانه مالله‬
‫له کوره بهر را ویستلی شې‪ .‬ویې ویل‪ :‬ولې نه؛ د هغې پالر هم کور کې نشته‪ ،‬له مور به یې اجازه واخلم‪ ،‬چې د میس شمایله د مور پوښتنې‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ته ورځو؛ هسې نه هم اونۍ وروسته به د کوژدنې له امله مالله له کوره بهر نشي را وتلی‪ .‬سدرو الړه مالله یې راوستله؛ هغې چې ولیدلم؛ په‬
‫ژړا شوه‪.‬‬

‫ما وموسل‪ :‬ته ژاړې؟‬

‫هغې په ژړا کې الس راته ونیو‪ :‬نه؛ زه به ولې ژاړم؛ ته مې کلونه وروسته ولیدلې؛ زړه مې ډک شو‪.‬‬

‫ما وخندل‪ :‬ته څومره بې شوره شوې یې؟ د پخوانۍ ماللې درکې هیڅ نښه هم پاتې نه ده!‬

‫هغه ترور سره غاړه غړۍ شوه؛ شا ته یې را وکتل‪ :‬ته کله هغه سمسور پاتې یې؟‬

‫ما وخندل‪ :‬هر څه په خپل ځای ماللې تا ما سره بې وفایي وکړه؛ یوه خور چې مسافرۍ نه د ورور له بیرته راتګ خبره شي‪ ،‬له ‪۷‬‬
‫سمندرونو هاخوا هم ورته ځان را رسوي‪.‬‬

‫هغې په مړاوي غږ وویل‪ :‬خو چې هغه خور هم د وخت په ځنځیرونو کې قید نه وي ‪...‬‬

‫زما څیره مړاوې شوه؛ هغه پوهه شوه‪ ،‬چې دا ډول خبره مې باید نه وای کړې؛ ژر یې وویل‪ :‬بهر در ته څوک والړ و؟‬

‫ومې ویل‪ :‬زه؛ ته‪ ،‬ترور‪ ،‬سدرو‪ ،‬هغه تن او میس حمیده باید یو چیرته الړ شو؟‬

‫ــ چیرته؟‬

‫ــ دا نو سرپرایز دی‪ ،‬چا ته یې نه وایم‪.‬‬

‫هغې وموسل‪ :‬سر په سترګو؛ خو زه باید کور کې اجازه‪...‬‬

‫ــ اجازه دې سدرا راخیستې ده!‬

‫هغې سدرا ته وکتل‪ .‬سدرا هم سر د تائید په انداز ښکته پورته کړ‪.‬‬

‫له سدرا دوی سره یوځای په یو سوزکي موټر کې د میس حمیده کره الړو‪ .‬دروازه د هغې کوچنۍ لور خالصه کړه؛ چې څنګه یې فاطمه‬
‫خاله ولیدله؛ مور ته یې ورغږ کړل‪ :‬مورې! وه مورې؛ فاطمه خاله راغلې‪ .‬زه ال د سوزکي له موټروان سره د کرایې په ورکولو مصروف‬
‫وم‪ ،‬چې میس حمیده را ووتله؛ لومړی له فاطمه خاله سره؛ بیا له سدرو او ماللې سره غاړې وتله؛ شبیر ته یې هم په ډیرې مهربانۍ او شفقت‬
‫سره له مینې او خلوص ډکه ستړې مشې ورکړه‪ .‬خاله‪ ،‬مالله‪ ،‬سدرو او شبیر کور ته ننوتل؛ سوزکۍ موټر هم الړ؛ میس حمیده کور ته ننوتله‪،‬‬
‫چې ما له شا ورغږ کړل‪ :‬میس؛ زه بې هرکلي پاتې شوم‪ .‬هغې چې مخ را واړاوه؛ سترګې یې خالصې پاتې شوې؛ ته‪ ...‬وی ناځوانه؛ ته‬
‫څنګه پاتې یې؟ راښکته شوه او په ډیر احساساتي توګه یې ستړې مشې راکړه؛ ښه شېبه یې همداسې راته کتل او خندل یې‪ .‬بیا یې کور ته د‬
‫ننوتلو راته وویل‪.‬‬

‫د میس حمیده کور ته ننوتلو‪ .‬د کور دروازه یې په شوتلي شین رنګ ښکلې کړې وه‪ ،‬غالبا ً چې نیم جریب کور یې درلود‪ ،‬د میلمستون په‬
‫ګډون یې ‪ ۴‬خونې درلودلې؛ په یوه خونه کې یې خاوند هم ناست و‪ .‬ترور دوی په یوه خونه کې او زه د نصیر له ورور سره په میلمه خانه‬
‫کې کېناستو‪ .‬په څو شیبو کې د میس خاوند هم راغی‪ .‬کلکه غېږ یې راکړه او شبیر یې هم تر سینې جوخت کړ‪ .‬د میس خاوند په ډاکټر سهیل‬
‫باندې مشهور‪ ،‬یوه ورځ کور ته کوم چا ناروغ ورته راوستی و‪ ،‬چې ډاکټر صیب تبه یې ده‪ ،‬عالج یې وکړه‪ .‬ده ورته خندلي و‪ ،‬چې زه خو د‬
‫طب ډاکټر نه یم‪ .‬په تاریخ کې مې دوکتورا کړې؛ نو ځکه راته ملګري ډاکټر وایي‪ .‬دا کېسه یې چې ما ته کوله؛ ما د مرحوم موسی شفیق لنډه‬
‫کېسه (د هوسۍ ترور او ډاکټر) ورته وکړه‪ .‬ښه یې پرې وخندل‪ .‬په هغه وخت کې مې ترې پوښتلي و‪ ،‬چې میس په انګرېزۍ کې ځوانۍ‬
‫انجلۍ ته وایي او میډم بیا پخې او واده کړې ښځې ته؛ نو میس حمیده خو له یوې نیمې لسیزې راهیسې واده کړی؛ بیا ولې ورته میس وایي او‬
‫میډم نه؟ هغه راته ویلي و‪ ،‬چې له واده وړاندې هم حمیده ښوونکې وه؛ په هغه وخت کې یې زده کوونکو میس ورته ویل او دا ده اوس بوډۍ‬
‫شوه او ال هم ورته میس حمیده وایي‪ .‬ډاکټر سهیل ډیر ټوکمار سړی و‪ .‬د تعلیم تربیې له تاریخ څانګې فارغ و‪ ،‬حال دا چې میرمن یې په‬
‫ښوونځي کې مونږ ته جغرافیه ویله؛ دی ماسټر و؛ خو چې د ګپ شپ او بنډار کس به یې پیدا کړ؛ بیا به نو خپل تعلیم او ماسټري ترې هیره‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫وه؛ دومره خالص او بې کچې ګپ به یې لګاوه‪ ،‬چې سړی به ترې وشرمېده؛ مګر ما سره به یې خبرې اترې تر ډیره په تاریخ او د افغانستان‬
‫په جغرافیې او سیاس ي وضعیت وې‪ .‬که رښتیا ووایم؛ هغه یو دروند سړی و‪ ،‬پښتو پال او پښتون پال‪ .‬د افغانستان ځینې والیتونه (ننګرهار‪،‬‬
‫لغمان‪ ،‬کونړ‪ ،‬کابل‪ ،‬کندهار او هلمند) یې هم لیدلي و‪ .‬له پښتو ادب سره یې مینه وه‪ ،‬چې له امله یې ما سره هم جوړه وه او افغانستان ته له‬
‫تګ وړاندې به هره اونۍ په ښوونځي کې ماسپښین مهال د رخصتۍ پر وخت له ده سره مالویدلم؛ خو دا ‪ ۵‬کال و‪ ،‬چې مونږ سره لیدلي نه و‪.‬‬

‫ډاکټر سهیل د کېناستلو راته وویل‪ :‬په ګرمه خونه کې په یخو توشکو او تر پکي الندې کېناستلو‪ ،‬چې د ګرمۍ احساس یې نه راکاوه؛ چای‬
‫هم راوړل شوې او میس حمیده هم یوه شېبه له مونږ سره کېناسته‪ ،‬هغې وویل‪ :‬میس شمایله هم له خپلې مور سره را روانه ده‪.‬‬

‫ما ویل‪ :‬شمایله له سعودي راغلې‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬هو! دری کاله یې وشول‪.‬‬

‫ــ خو کاش هغوی مو نه وای خبر کړي؟‬

‫ــ بې غمه اوسه ستا له راتګ نه دي خبرې؛ ما ویل چې یو دم (ناڅاپي) خوشحالي یې نصیب شي‪.‬‬

‫میس پیالو ته الس کړ‪ ،‬پیالې یې زمونږ مخې ته کېښودې‪ ،‬چې یوه ماته شوه‪ .‬د خپل خاوند په لوري یې وکتل‪ .‬هغه وویل‪:‬څه پرواه؛ نه‬
‫کوي‪ ،‬ته دې میلمنو ته ورشه؛ مونږ یې صفا کوو‪ .‬شبیر پاڅېده‪ ،‬چاینک یې ترې واخیسته او د پیالو په ډکولو یې پیل وکړ‪.‬‬

‫مونږ هم بنډار باندې پیل وکړ‪ .‬میس ماته مخ کړ‪ :‬ستاسو وروستیو هڅو رنګ راوړ؛ زمونږ سکول کالج ته ترقي وکړه‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬ستاسې کوښښ او هڅونه وه؛ که نه مونږ دومره نه یو‪.‬‬

‫هغې وموسل او بیا یوه شېبه سره غلي وو‪ .‬د نصیر ورور ته مې وکتل؛ په سوچونو کې ډوب و؛ د میس خاوند هم د پښتو ژبې لیکوال مجله‬
‫مخ ته نیولې وه‪ ،‬ما پیالې ته الس کړ‪ ،‬چې میس وپوښتل‪ :‬سمسوره! دا دومره موده چېرته وې؛ مونږ دې یوازې پریښودو؛ خبر یې چې ستا له‬
‫تګ وروسته دلته هیڅ هم سم نه دي روان؛ کاش تا ته معلومه وی‪ ،‬چې ستا په تګ سره ستا د ملګرو حالت څومره بد شوی دی؟‬

‫ما سر وڅنډه او ومې ویل‪ :‬میس ځینو مجبوریتونو را نیولی وم؛ بیا مې له (الفه تر یا) ټوله کیسه ورته لنډه‪ ،‬لنډه وکړه؛ خو د سیکریټ ګارډ‬
‫ټیم او مېشن کېسه مې و نه ویله‪ .‬هغې به زما د مختصرې کېسې هرې برخې ته کله؛ خندل‪ ،‬کله به خفه شوه‪ ،‬کله به چورت یوړه او کله به بیا‬
‫راته ځیر شوه‪ .‬زمونږ کېسه ختمه شوه؛ میس حمیده وویل‪ :‬زه به سیلۍ دوی ته ورشم‪.‬‬

‫که څه هم شبیر همداسې غلی و‪ ،‬خو ما د تل په څیر له ډاکټر سهیل سره د ګرم بحث میدان ته ور ودانګل‪ .‬لومړی مې مننه وکړه‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬د څه له پاره؟‬

‫کړه مې‪ :‬هر خاوند په غلطۍ او سهوې خپلې میرمنې ته غوصه کیږي؛ خو تاسو وخندل‪.‬‬

‫هغه خپل عینکې له سترګو لرې کړې او کړه یې‪:‬‬

‫د هند پخوانی ولسمشر عبدالکالم وایي‪:‬چې ماشوم وم یوه شپه مې مور د پالر مخې ته ډوډۍ کېښوده مور مې له پالره بښنه وغوښته چې نن‬
‫ډوډۍ لږه سوزېدلې ده‪.‬مګر د پالر به مې هیڅکله دا خبره له یاده وه نه وځي چې زما مور ته یې وویل‪ :‬خوږې زما سوې ډوډۍ خوښیږي‪.‬په‬
‫سوچ کې شوم چې ایا د پالر مې رښتیا سوې ډوډۍ خوښیږي؟کله چې بسترې ته تلم؛ نو پالر ته نه مې وپوښتل‪ :‬پالر جانه! ستا رښتیا سوې‬
‫ډوډۍ خوښیږي؟‬

‫پالر مې په غېږ کې ونیولم او راته ویې ویل‪ :‬زویه! نن دې ټوله ورځ مور سخت کار کړی او د شپې یې مونږ ته ډوډۍ هم تیاره کړه؛ نو‬
‫سوې ډوډۍ انسان دومره نه ځوروي لکه ترخه خبره‪.‬‬

‫هغه همداراز وویل‪ :‬هیڅ انسان مکمل نه دی؛ د یو بل تیروتنې باید ومنو او خوشحاله ژوند وکړو‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ما وخندل‪ ،‬مونږ په خپلو کېسو اخته و‪ ،‬چې د دروازې غږ شو؛ پوه شوم‪ ،‬چې میس شمایله دوی راغلل‪ .‬مونږ بحث بند کړ‪ .‬زه بهر ووتلم؛ د‬
‫برنډې په یوې څنډې کې د بوتکي (ستنې) تر شا راتاو شوم‪ .‬د میس شمایله مې تر الس ونیوله؛ هغې شا ته را وکتل‪ ،‬چې یې ولیدلم؛ سترګې‬
‫یې وموښلې؛ بیا یې سر وڅنډه او کړه یې‪ :‬ما لکه چې کوم خوب ولیده؟‬

‫الس مې ورته کلک کړ‪ :‬خوب په ویښه نه لیدل کیږي‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬وا زما خدایه! زه ښه نه یمه او که دا سمسور دی‪.‬‬

‫ومې خندل‪ :‬له ‪ ۵‬کلونو وروسته چې یو خور خپل ورور ګوري؛ نو داسې کیږي‪.‬‬

‫هغې ژر غاړه راکړه‪ :‬ته‪...‬‬

‫ته څنګه یې سمسوره؟‬

‫چیرته وې؟ ما چیرته‪ ،‬چیرته و نه لټولې؟‬

‫ته مې مورجانې څومره یادولې؟‬

‫تا ولې خبر نکړو؟‬

‫چیرته تللی وې؟‬

‫بیا یو څه غلې او زما له سینې لرې شوه‪ :‬ته څومره کلک زړی انسان یې؟‬

‫زه ورمخکې شوم په اوږه مې الس ورته کېښود؛ له اوښکو ډکې سترګې مې ورته صفا کړې او ومې ویل‪ :‬زه خو همدلته وم‪ ،‬لنډ وم او‬
‫بیخي نږدې؛ خو ځینې مجبوریتونه و‪ ،‬چې له تاسو یې لرې ساتلی یم‪.‬‬

‫شمایلې وویل‪ :‬دومره سخت مصروفیات و‪ ،‬چې خپله خور یې هم در نه هیره کړه؟‬

‫ومې ویل‪ :‬تا نو څوک هیرولی شي؛ مګر زه مجبور وم‪ ،‬چې له تاسو لرې شوی وای‪.‬‬

‫شمایل ې خورکۍ هغسې خپلو ګیلو ته زور ورکړی و او ما هم په مینه مینه اورېدلې؛ همداسې مې ځیر‪ ،‬ځیر ورته کتل او د یوې سکنۍ خور‬
‫مینه مې پرې ماتوله‪.‬‬

‫د خبرو په منځ کې شمایله غلې شوه؛ له دوو ګوتو یې زما د سترګو پر وړاندې ټک وویست‪ :‬چیرته ورک یې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬تا چې ووینم‪ ،‬هیڅ د مشرې خور کمی نه محسوسوم‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬او زه د کشر ورور‪.‬‬

‫دواړو ښه سره وخندل؛ یوځای د نرګس ترور (زما د رضاعي مور) په لوري ورغلو‪ :‬د دهلیز په مخکې د بوټو تر څنګ ودرېدلم؛ زما خوا‬
‫ته د ونو سیوری و او زمیني پکي مې له نرګس ترور مخ پټ کړی و‪ ،‬چې نږدې ورغلم‪ ،‬مخ یې را نه پټ کړ‪ .‬زه لږ نور هم ورلنډ شوم؛‬
‫ورو مې ورته وویل‪ :‬ترور جانې!‬

‫هغې چې سترګې راپورته کړې‪ ،‬یوه شېبه همداسې راته ځیر وه؛ بیا یې ژر له خولې چیغه وختله؛ سمسوره! دا ته یې‪.‬‬

‫په خندا مې وویل‪ :‬نه ترور؛ زه د سمسور فوټوکاپي یم ؛ د هغه سمسور ږیره نه وه او زه وړه‪ ،‬وړه ږیره لرم‪ .‬ترور د راپورته کېدلو کوښښ‬
‫کاوه؛ خو زه ژر ور پورته شوم؛ السونه مې ترې تاو کړل‪ :‬هغه د نورو برعکس له خندا شنه وه؛ نه یې د فاطمه خاله‪ ،‬نه د سدرا‪ ،‬نه ماللې‪،‬‬
‫نه شبیر او نه هم شمایلې په څیر اوښکې توی کړې؛ بلکې له خوشحالۍ یې څو ځله په غېږ کې ټینګ او په مخ‪ ،‬مخ ښکل کړم‪ .‬شمایله خور‬
‫راغله‪ :‬وئ بس دی امي! د سمسور زړه دې ور تنګ کړ‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫مونږ ټول سره کېناستو؛ ټولو ما ته کتل؛ زما د تېرو شویو کلونو کېسې ته سترګې په الر و؛ خو ما ورته یوازې همدا وویل‪ :‬چې تېرو ‪۵‬‬
‫کلونو کې افغانستا ن ته تللی وم‪ ،‬په ننګرهار کې مې خپلې ځمکې بیرته ترالسه کړې‪ ،‬یو کوچنی کور او له میوه دارو ونو ډک ستر باغ مې‬
‫پکې جوړ کړ‪ ،‬چې الندې یې له سینده د راغلي نهر یوه ویاله تېره شوې‪ ،‬د امونو‪ ،‬انځرو‪ ،‬الوچو‪ ،‬زردالو‪ ،‬بادامو‪ ،‬شفتالو‪ ،‬انارو‪ ،‬مالټو‪ ،‬لیمو‪،‬‬
‫نارنجو او ځینو نور و میوه دارو ونو سلګونه ونې پکې والړې دي‪ .‬نو که کله هم خیر و او د هللا رضا وه؛ تاسې ټول به له ځانه سره بوځم‪.‬‬
‫زمونږ مجلس روان و‪ ،‬سدرا ته مې اشاره وکړه‪ ،‬چې د چایو راوړلو په بهانه مالله بهر وباسي‪ .‬هغې همداسې وکړل او بیرته راغله له مونږ‬
‫سره کېناسته؛ ما وویل‪ :‬که د نصیر ژوند ژغورئ؛ باید د ماللې کوژدن له هغه سره وشي!‬

‫ټولو وویل‪ :‬دا ناشونې ده؛ نصیر نشه یي شوی او مالله خو‪...‬‬

‫د ماللې کېسه یې شروع کوله‪ ،‬چې سدرا ورته وویل‪ :‬سمسور پرې خبر دی؛ ښایي کوم پالن به لري‪ ،‬چې داسې وایي‪.‬‬

‫میس حمیده وویل‪ :‬مګر دا کار ناممکن راته ښکاري؛ دوه نامشروع الرې دي یوه د ماللې تښتول چې د پښتو خالف کار دی او بله الر په‬
‫یوې پېغلې ډزې کول دي‪ ،‬چې د ټولو پښتني رسمونو پر ضد‪ ،‬پست او د بې غیرتو خلکو کار ده؛ نو مونږ څه کولی شو؟‬

‫شمایلې وویل‪ :‬که د ماللې دوی د قرضدارو قرض ورخالص کړو‪ .‬زه کولی شم له خپل خاوند نه د کال یو کال له پاره ‪ ۵‬لکه روپۍ واخلم؛‬
‫خو نورې روپۍ به له کومه کړو‪.‬‬

‫میس حمیده وویل‪ :‬نصیر زما د زوی او مالله د لور په څیر دي؛ زه به مې له خاونده وغواړم‪ ،‬چې الټو موټر وپلوري؛ ‪ ۲‬لکه هغه هم‬
‫کیږي؛ مګر ‪ ۸‬لکه نورې روپۍ به څنګه برابرې کړو؛ د سدرا دوی وس هم نه کیږي‪ ،‬څه چې و‪ ،‬هغه له ماللې دوی قربان شوي‪ ،‬نورې‬
‫پیسې پیدا کول مهم دي؛ تر څو یې قرضدارو ته ورکړو او د دواړو ژوند وژغورو‪.‬‬

‫نرګس ترور وویل‪ :‬د دواړو؟‬

‫سدرا وویل‪ :‬مطلب دا چې د نصیر او ماللې؛ هغوی یو بل تیار خوښوي هم؛ خو ټوله کېسه پیسو ته پاتې شوه او وخت هم ‪ ۶‬ورځې ده‪.‬‬

‫ما د ټولو خبرې واورېدلې؛ سر مې پورته کړ‪ :‬ستاسې په فکر که هغه سوداګر ته ‪ ۱۵‬لکه روپۍ ورکړو؛ نو د ماللې له رشتې به تیر شي؟‬

‫سدرا وویل‪ :‬هو‪.‬‬

‫میس حمیده وویل‪ :‬سیلۍ ما ته لږ څه ګرانه ښکاري؛ بیا یې ما ته مخ کړ‪ :‬خو پیسې هم ال تیارې نه دي‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬تر دوو ورځو پورې زه ‪ ۱۵‬لکه روپۍ را پیدا کولی شم‪.‬‬

‫ټولو حیران را وکتل‪ :‬له کومه ځایه؟‬

‫نرګس ترور ټوکه هم پکې وکړه‪ :‬زویه بانک خو نه را وهې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬نه ترور؛ مګر خپل ماما ته زنګ وهم‪ ،‬چې په ننګرهار کې زمونږ له ‪ ۲۰‬جریبه ځمکې زما برخه ځمکه په نیمه بیعه خرڅه‬
‫کړي؛ ښه حاصل خیزه ځمکه ده؛ هر څوک یې اخیستنې ته لیواله دی؛ د جریب بیعه له ‪ ۶‬نه تر ‪ ۸‬لکو پورې ده؛ نو په ‪ ۲‬جریبو زمونږ کار‬
‫کیږي‪.‬‬

‫د ټولو په سترګو کې خوښۍ منډې کړې او ځال پکې وبرېښېده‪ .‬ټولو را نه مننه وکړه او ویې ویل‪ :‬که داسې وکړې؛ له نصیر سره به دې د‬
‫دوستۍ او ماللې سره د ورورۍ حق ادا کړی وي‪.‬‬

‫ما وموسل او ټول مې وپوهول‪ ،‬چې اوس باید د نصیر لیدنې ته ورشو‪ .‬هر یو تن د ځان په تیارولو شو‪ ،‬زه او نرګس ترور په خپل ځای‬
‫ناست و؛ ځکه زمونږ تګ ساده و‪ ،‬نه ځان تیارولو ته اړتیا وه او نه کوم پنډکي تړلو ته‪ .‬سدرا مالله له چایو راوړلو منع کړه‪ .‬زه هم د نرګس‬
‫ترور په اجازې ډاکټر سهیل ته ورغلم؛ له هغه مې اجازه واخیسته او شبیر مې هم له ځان سره کړ‪ .‬د سړک له غاړې مې یو سوزکی موټر را‬
‫تاو کړ او ټول پکې هغه هسپتال ته ورغلو‪ ،‬چې نصیر پکې بستر و‪ .‬ماللې په الرې ډیر وپوښتل‪ ،‬چې چیرې ځو؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫خو مونږ په ځواب کې یوازې داورته ویل؛ چې د یو نږدې ملګري پوښتنې ته روان یو‪.‬‬

‫روغتون ته ورسېدو‪ .‬ما د ناروغ د لیدنې اجازه واخیسته؛ لومړی خپله د نصیر بستر خونې ته ور روان شوم؛ تر څو هغه ووینم‪ ،‬چې په‬
‫هوښ راغلی او که نه؟‬

‫چې څنګه یې تر خونې ورسېدم؛ دوه‪ ،‬دری نرسانې پر راټولې وې او پیچکاري یېورته ډکوله؛ ما ژر د بستر خونې دروازه خالصه کړه؛‬
‫هغوی ما ته را وکتل؛ د نرسانو له منځه د نصیر سترګې راباندې ولګېدې؛ هغه په هوښ راغلی و او له نرسانو سره یې په دې النجه وه‪ ،‬چې‬
‫ولې یې دلته راوړی‪ ،‬دی باید بیرته په خپل حال پریږدي‪ ،‬هغوی د نشې پیچکاري ورته تیاروله‪ ،‬چې زه ورغلم‪ .‬نصیر راته حیران حیران‬
‫کتل؛ که څه هم سیروم یې په الس کې و؛ خو را منډې یې کړې او کلکه غېږ یې راکړه؛ ده ژړل او ما دالسه ورکوله؛ په کټ مې کېناوه او‬
‫پوه مې کړ‪ ،‬چې زه له وطنه بیرته راغلم او دی هم ما د درملنې له پاره په هسپتال کې داخل کړی‪ .‬هغه ډیر نه او نو وکړل؛ مګر ما دا هم ور‬
‫زیاته کړه‪ ،‬چې‪ :‬یو څوک مې د لیدنې له پاره ورته را وستي؛ نو باید چې په خپل ځای کې سم کېنې او حواس پر ځای کړې‪ .‬زه الړم شمایله‬
‫دوی مې په انتظار خونې کې پرېښودې او مالله مې له ځانه سره کړه؛ نېغ د نصیر دوی خونې ته الړو‪ .‬دروازه مې چې څنګه پرانیسته؛ د‬
‫نصیر او ماللې سترګې په یو بل ولګېدې؛ همداسې بې حسه والړ پاتې و؛ زه هم ځیر او زیږ وم‪ ،‬زه پوهېدم‪ ،‬چې دوی څه احساس لري؛ ځکه‬
‫له ‪ ۵‬کلونو وروسته مې چې سدرو ولیده؛ نو زما زړه هم د نصیر او ماللې په څیر و‪ .‬زه بهر ووتلم؛ دروازه مې را پورې کوله‪ ،‬چې ماللې د‬
‫نصیر په لوري ورمنډه کړه او کلکه غاړه یې ورکړه؛ نصیر ورته وویل‪ :‬پیشو ته؛ ته دلته څنګه؟ هغې یې سر په اوږه کېښود او السونه یې‬
‫هماغسې کلک ترې تاو پاتې شول‪ ،‬دواړو سره ژړل او یو بل ته یې کتل‪ .‬نصیر د سیروم له امله بیرته وغځېده؛ مالله هم ورسره وغځېده؛ سر‬
‫یې د نصیر په سینه کېښوده او ویې ویل‪ :‬زمریه! ته څومره کمزوری شوی یې؟‬

‫هغه ورته وویل‪ :‬ستا له السه؟‬

‫ماللې وژړل‪ :‬زه له تا لرې شوې یمه؛ ما اوس ستا خوا ته نه پریږدي؛ زمونږ نوم یوځای نه اخیستل کیږي؛ که ته کمزوری شوی یې؛ نو‬
‫زه هم ستا له السه مرم؛ زه به مړه شم زمریه‪ ...‬زه به‪...‬‬

‫نصیر یې په خوله له سیرومه ازادې د چپ الس ګوتې په خوله ور کېښودې او په ژړا کې یې وویل‪ :‬خیر ده؛ پیشو ته مې ولې په ژوند‬
‫وژنې؛ د مرګ خبرې ولې راته کوې‪.‬‬

‫ما نوره ښه و نه ګڼله‪ ،‬چې د دوی خبرې واورم؛ نېغ د سدرا دوی خوا ته ورغلم؛ هغوی راباندې را ټول شول‪ ،‬چې څه وشول؛ ما ډاډ‬
‫ورکړ‪ .‬بیا له سدرا سره د هسپتال منځ ته الړم‪ ،‬په چمن کې په یوې څوکۍ کېناستو‪ ،‬داسې چې د والړو ګالبونو‪ ،‬افتاب پرستو او نورو بوټو له‬
‫امله چا نه لیدو؛ هغې وویل‪ :‬څه خبره ده‪ ،‬چې دلته دې راوستلم‪.‬‬

‫ما وخندل‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬د خندا علت دې؟‬

‫کړه مې‪ :‬دا د پیشو او زمري څه کېسه ده؟‬

‫ویې ویل‪ :‬داسې لکه زما او ستا؛ ته ما ته د نورو په شان سیلۍ نه وایې؛ ان تر دې چې سدرا هم له مینې په سدرو بدلوې؛ نو هغوی یو بل‬
‫ته زمری او پیشو نشي ویلی‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬خو دا نومونه عجیبه دي؛ ضرور ده‪ ،‬چې څه پس منظر او کېسه تر شا ولري‪.‬‬

‫سدرو وویل‪ :‬دوی یوه ورځ په کوم شي شرط سره ایښی و‪ ،‬هغه شرط نصیر وګاټه؛ له هغې ورځې ماللې ته پیشو او کله له نازه شین‬
‫سترګې پیشو وایي او مالله یې په زمری را بولي‪.‬‬

‫له نصیر سره مو ‪ ۴‬ساعته تیر کړل‪ .‬د غرمې ډوډۍ ما او شبیر له بازاره را واخیستله؛ ټولو له نصیر سره غرمنۍ وخوړله او خپلې خبرې‬
‫مو ورسره وکړې؛ له ما یې هم په یوازیتوب کې د وطن کېسې واورېدې؛ هغه ته مې ډاډ ورکړ‪ ،‬چې ته انشاء هللا ښه کېږې او وعده مې ترې‬
‫واخیسته‪ ،‬چې د عالج له پاره به ‪ ۴‬میاشتې په هسپتال کې تېروي‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫هغه وویل‪ :‬سر په سترګو؛ خو ته به هم هره ورځ زما لیدنې ته راځي او که کله‪ ،‬کله شوني وي؛ نو په کومه بهانه ‪...‬‬

‫ژر مې خبره ور پرې کړه‪ :‬مالله هم کله کله راولم؛ همدغه که نه؟‬

‫شرمیندوکې خندا یې وکړه‪.‬‬

‫یوه شېبه غلي و‪ ،‬ما ورته راوړې مېوه سپینه کړه او هغه یې د خوړلو په منځ کې وپوښتل‪ :‬زه به د هسپتال روپۍ څنګه اداء کوم؟‬

‫ومې ویل‪ :‬هغه ما اداء کړې؟‬

‫ویې ویل‪ :‬څومره پیسې؟‬

‫ــ یو لک او ‪ ۴۰‬زره کلدارې‬

‫ــ دومره زیاتې؟‬

‫ــ ستا تر ملګرتیا نه دي زیاتې؟‬

‫ویې خندل‪ :‬زه به دې احسانمند یم‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬یاره نصیرو له هر چا سره چې نیکي کوم؛ نو ژر غیبېږم؛ پوهېږې ولې؟ ځکه چې هغه بیا همدا د احسان او ښېګڼې خبره په منځ‬
‫کې را واچوي‪ ،‬چې په ما ډیره بده لګیږي‪.‬‬

‫هغه وموسل‪ :‬زه سمه ده؛ دا یې احسان نه؛ بلکې قرض صحیح‪.‬‬

‫ما په غوسه ناک نظر ور وکتل؛ بیا مې د ماللې کېسه ورته را واچوله؛ خبر مې کړ‪ ،‬چې په دې اونۍ کې یې کوژدن ده‪.‬‬

‫هغه نا ارامه شو؛ خو ژر مې وویل‪ ۱۵ :‬لکه روپۍ مې ورته تیارې کړې دي‪.‬‬

‫په حیرانیتا سره یې پوښتنې ته خوله جوړوله‪ ،‬چې ومې ویل‪ :‬په وطن کې مې ځمکه ورته خرڅوم‪.‬‬

‫هغه نه منله‪.‬‬

‫مګر ما وویل‪ :‬نو زه د ماللې او ستا ژوند تباه کړم‪.‬‬

‫سر یې وڅنډه‪ :‬اوف؛ زما خدایه‪ ...‬دا زه په کوم حالت کې ګیر یم؛ د ماللې د ارمانونو قاتل هم نشم جوړېدلی او تا هم مجبورۍ ته نشم‬
‫کېنولی‪.‬‬

‫دا ځل رښتیا غوسه راغله‪ :‬یاره؛ ته ال سړی شوی نه ېې؛ هماغسې بابواللې غږوې‪ .‬مالله که ستا ژوند دی؛ نو زما خور ده؛ هغې ما ته‬
‫ورور ویلي او زه د همدې غږ له پاره ‪ ۱۵‬لکه روپۍ څه‪ ،‬چې ‪ ۱۵‬ساګانې هم ور کولی شم‪.‬‬

‫نصیر په ژړا شو‪ :‬زه به تر څو نورو ته داسې مصیبت یم؛ کاش چې مړ شوی وای‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬او ستا په مرګ سره به زمونږ حالت ښه شي او مالله به سکون پیدا کړي؟‬

‫نصیر څه ویلو ته خوله جوړوله‪ ،‬چې ترې روان شوم‪ ،‬له شا مې را غږ کړل‪ :‬مالله په راتلونکې یوې اونۍ کې له تا سره نشي کتلی؛ خو‬
‫کله چې معامله حل شي؛ در ته راولم یې؛ وعده مې ده‪.‬‬

‫ښیښه یي دروازې ته چې ورسېدم؛ په یوې څنډې کې مې نصیر هم ولیده‪ ،‬چې موسل یې‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫مخکې له دې چې د ماسپښین لمونځونه قضا شي‪ .‬ټول بیرته خپلو کورونو ته وګرځېدلو‪ ،‬له ماسپښینه تر ماخوستن ناوخته‪ ،‬په خپلو زړو‬
‫ملګرو‪ ،‬ټولګیوالو او لږ څه خپل وانو وګرځېدلم‪ ،‬ورځ ټوله د چایو په څښلو تېره شوه؛ لس یولس ځایه مې د شوګر د ناروغانو په څیر تشې‬
‫متیازې وکړې‪ .‬له حماد‪ ،‬سلیم‪ ،‬ریاض استاد او د ښوونځي له سرمعلم سره مې وکتل‪ ،‬هغوی هم زما په بیرته راتګ ډیر خوشحاله شول‪.‬‬
‫ښوونځی مې ولیده‪ ،‬چې ‪ ۶‬نوي اطاقونه پکې جوړ شوي وو‪ ،‬په اداره کې د ښوونکو په لېست کې د څو نویو ښوونکو انځورونه ځړېدلي و‪ .‬په‬
‫یو بورډ کې مې خپل عکس هم ولیده‪ ،‬چې سدرا مې هم پکې تر خوا وه ‪ ۵‬کاله وړاندې د لسم ټولګي د نتایجو په ورځ اخیستل شوی و‪ .‬په هر‬
‫ټولګي هماغسې شوتلی رنګ باندې لیکل شوي‪ :‬نویټولګیتهپخیرراغلئ ! ومې خندل؛ ډیر وخت تیرو یادونو کې ډوب وم‪ .‬ښوونځی نور هم‬
‫ښکلی شو‪.‬‬

‫سرمعلم وویل‪ :‬کالج جوړ شو او اوس په یو پوهنتون جوړولو هم کار روان دی؛ مګر سخته ده‪ ،‬چې جوړ شي‬

‫ومې ویل‪ :‬ولې؟ څنګه سخته ده‪.‬‬

‫کړه یې‪ :‬حکومت یې نه مني!‬

‫ماخوستن د خاله کره راغلم عادل او پردېس هم د خیاطي له دوکان راغلي وو‪ .‬دواړو ښې ټینګې غېږې راکړې‪ ،‬عادل ښه و د ماشومتوب‬
‫عادت یې ونکړ؛ مرور نشو؛ خو لږ څه ژړغونی و‪ ،‬چې ولې دې په بیرته راتګ نه یم خبر کړی او ولې افغانستان ته له ځان سره نه بیولم‪،‬‬
‫زه به هم تللی وی!‬

‫ما یوازې بښنه وغوښته او بیا د ډوډۍ خوړلو په لوري روان شو‪ .‬ما په ګېډه الس کېښود او ټولو ته مې معذرت وړاندې کړ؛ ځکه نور نو د‬
‫څه خوړلو ځای را کې پاتې نه و او ستړیا مې سترګې راته نیمې نیمکله پټې کړې وې‪.‬‬

‫په سبا مې خاله ته وویل‪ :‬خاله د ماللې کورنۍ ته د هغې او نصیر د کوژدن خبره څنګه وریاده کړو‪.‬‬

‫خاله وویل‪ :‬د نصیر دوی کره مې بوځه!‬

‫ــ هلته ولې؟‬

‫ــ د نصیر مور به راسره کړم او د ماللې کور ته به ورشو؛ مور یې زما ډیر احترام کوي؛ هره خبره به سپینه‪ ،‬سپینه ورته وکړم‪.‬‬

‫ــ یقیني یې چې هغه به ستا خبره ومني؟‬

‫ــ تر ډیره خو هو؛ مګر له لږ ډار سره‪...‬‬

‫د نصیر مور او خاله مې راسره واخیستل او د خاله دوی له کوره دوه دروازې هاخوا د ماللې دوی کره ورغلو‪ .‬سدرا مې د خاله د مشرې‬
‫لور په وسیله خبره کړه‪ ،‬چې د ماللې دوی کره ورشي او هغه د نصیر د رشتې له غوښتنې خبره کړي‪.‬‬

‫زه د خاله کره کېناستم‪ ،‬پردېس او عادل هم راسره و؛ د ټېنس جال یې ولګاوه او ریکټې یې را واخیستې‪ .‬هغوی دوه وو او زه یو؛ ‪ ۳‬راونډه‬
‫مو ولګول؛ خو په دریو واړو کې مې ماتې وخوړه‪ .‬هغوی راپورې خندل او ما همدا یوه خبره کوله‪ ،‬چې ‪ ۵‬کاله مې د ټېنس لوبه لیدلې هم نه‬
‫ده‪ .‬وخ ت مو د ټېنس په لوبې تېر کړ؛ خو رښتیا هم چې انتظار تریخ وي؛ د خاله دوی له پاره سترګې په الر وم‪ ،‬په لوبې او ماتې هیڅ پوه‬
‫شوی نه یم‪ ،‬پردېس او عادل مې ولېږل‪ ،‬چې د غرمنۍ له پاره څه راوړي‪.‬‬

‫زه د خونې مخې ته په ‪ ۱۲‬متره اوږدې برنډې کې په کټ پرېوتلم‪ ،‬چې د دروازې ګړز شو‪ .‬خاله دوی راغلل‪ .‬ژر ورښکته شوم او ومې‬
‫پوښتل‪ :‬ځواب یې څه و؟‬

‫ویې ویل‪ :‬مثبت؛ خو‪...‬‬

‫ــ خو یې د څه؟‬

‫ــ خو د ماللې مور غوڅ ځواب نه دی راکړی‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ ولې؟‬

‫ــ ویل یې د ماللۍ پالر به رضا کوم‪.‬‬

‫ــ نو هغه به رضا شي؟‬

‫ــ که له شرمه ځان بچ کول وغواړي؛ نو ځواب هو دی؛ خو که ‪ ۱۵‬لکه روپۍ احسان او یا د ماللۍ قېمت وبولي؛ نو ځواب ښایي نه وي‪.‬‬

‫ــ خدای دې نه کړي‪.‬‬

‫له خاله سره د نصیر مور هم امین وویل‪ .‬بیا زما خوا ته راغله او ویې ویل‪ :‬بچیه زه دې ډیره احسانمنده یم؛ تا زما د زوی ژوند وژغوره‪.‬‬

‫سر مې ښکته کړ‪ :‬نه کاني! ما د خپل ورور ژوند وژغوره او دا زما فرض جوړیږي‪.‬‬

‫هغې مې په سر الس راښکه‪.‬‬

‫ما خاله ته مخ کړ‪ :‬خاله بیا کله ورځئ؟‬

‫هغې چې چایجوش یې په الس کې و؛ ویې ویل‪ :‬سبا ته‪.‬‬

‫دا ورځ همداسې په مزو مزو تر ماسپښین ورسېده‪ .‬زه دوه ځلې د نصیر خوا ته ورغلم‪ .‬له پخواني ټولګیوال حماد سره مې ولیدل‪ .‬ارباب‬
‫نیاز سټیډیم کې مو کرکټ لوبه وکړه‪ .‬د نصیر مور مې د هغوی کور ته بوتله او خاوند مې هم ورته رضا کړ؛ خو په ډیرو عذرونو او زاریو‪.‬‬
‫ځان ته مې د کرکټ سپورټس لېنک او د پښتو لیکوال مجلې‪ .‬وحدت او جرګه اخبارونه او څو کتابونه هم واخیستل‪ ،‬چې د شپون صیب ګټیالی‬
‫ناول هم پکې و‪.‬‬

‫مازدیګر ‪ ۴‬نیمې بجې مالله او سدرا غبرګې خاله ته راغلې؛ د پښتو د دولسم ټولګي کتابونه یې په الس کې و‪ .‬خاله چې څنګه ولیدلې؛ ویې‬
‫ویل‪ :‬دوه اونۍ وروسته دواړه جوړه وینم؛ مطلب دا چې مالله له قیده ازاده شوه‪.‬‬

‫هغې سر ښکته کړ‪.‬‬

‫ترور بیا وویل‪ ۱۵ :‬دقیقې صبر وکړئ؛ زه جامې وینځم درځم‪.‬‬

‫ماللې ور غږ کړل‪ :‬خاله؛ سمسور به یې راته ووایې‪.‬‬

‫هغې را غږ کړل‪ :‬څنګه چې ستاسې خوښه وي‪.‬‬

‫له سدرا دوی سره کېناستم د پښتو کتاب په ‪ ۱۲۰‬صفحه کې (د کېسه او ژوند) عنوان لنډیز او په ‪ ۱۲۱‬مخ کې د (شفیق او پښتو لنډه کېسه)‬
‫په نوم موضوع تفصیلي درس و‪ .‬ما د کېسې او لنډې کېسې تعریف‪ ،‬تاریخچه‪ ،‬د لیکلو هنر‪ ،‬د لنډې کېسېاوسنی وضعیت‪ ،‬له نکل‪ ،‬حکایت او‬
‫افسانې سره توپیر او د کېسو ارزښتوته روښانه کړ‪ .‬هغوی به هم د الیقو زده کوونکو په څیر هر ځای پوښتنه کوله او ځان به یې پوهاوه‪ ،‬چې‬
‫ما ته یې هم ښه خوند را کاوه‪ .‬د درس په پای کې ماللې وپوښتل‪ :‬آیا هره لنډه کېسه حقیقي سرچینه لري؟ یعنې حقیقت کېدلی شي او که د‬
‫افسانو او ناولونو په څېر کوم خیالي تصویر وي‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬هره لنډه او اوږده کېسه خیال کېدلی شي او رنګارنګ موضوعات پکې ځاییدلی شي؛ خو دا ټولې پېښې او پدیدې که لیکوال سره‬
‫نه وي پېښې شوې؛ نو بیا هم باید چې پېښېدل یې شوني وي؛ د افسانو په څیر نه وي‪ ،‬چې سر یې په د ښاپېرۍ په ښکال او حسن کیږي؛ خو‬
‫پای یې د بې رحمه دیو په وژنو او یا پري زاد په کامیابۍ کیږي‪.‬‬

‫کېسه حقیقي سرچینه درلودلی شي؛ لنډه بېلګه یې دا ده‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫« دریم ساعت مې بیا له څلورم ټولګي سره و‪ ،‬په دغه صنف کې ډیر داسې ماشومان هم و‪ ،‬چې‪ :‬له تېرو څو اونیوراهیسې د جګړې له‬
‫ویرې له اچین‪ ،‬کوټ‪ ،‬شینوارو او هسکې مینې ولسوالیو دلته «بهسودو»ته له خپلو کورنیو سره راغلي وو‪.‬‬

‫د جغرافیې او تاریخد ګډ کتاب «ټولنیز لوستونه» درس مو پیل کړ‪ ،‬په کتاب کې وویل شول چې ځمکه دوه ډوله خوځښت «حرکت»کوي‪ .‬په‬
‫دې خبرې ځینو ماشومانو وخندل‪ ،‬څوک حیران شول او چا نه منله چې ځمکه هم «حرکت» کوي‪.‬‬

‫یو ګاللي وویل‪ :‬ځمکه حرکت نه کوي‪ ،‬که حرکت یې کولی ولې مونږ نه خوځیږو؟‬

‫ما ال ځواب نه و‪ ،‬ورکړی‪ ،‬چې‪ :‬یو بل هلک پاسېده هغه وویل‪ :‬مالیم صې ب ځمکه حرکت کوي‪ ،‬یو ډول زلزله وي او بل ډول د بمونو له السه‬
‫د کوټو او کورونو ښورېدل‪.‬‬

‫یو کال مخکې مونږ په پېښورکې و‪ ،‬له هغه ځایه ګوشتې ته الړو‪ ،‬بیا ځمکې حرکت وکړ نو کونړ ته د ماماګانو کره الړو او وروسته د بمونو‬
‫له السه اچین ته د خاله کره کډه شو‪ ،‬هلته مو کور جوړ کړ‪ ،‬خو وسله وال راغلل او ځمکې بیا حرکت وکړ‪ ،‬نو له کورونو لرې الړو‪ ،‬بیا‬
‫چپرهار ته‪ ،‬له هغې ور وسته روداتو ته او په اخیر کې د بهسودو په دښتو کې اوسیدو‪ ،‬دا دی اوس دلته راغلي یو‪ ،‬د ځمکې په حرکتونو کې‬
‫مې یو ورور زلزلې مړ کړ‪ ،‬دوه خویندې مې اچین کې‪ ،‬چې ځمکې حرکت وکړ او بمونه والوتل تر کوټې الندې شو‪ ،‬پالر مې په کوټ کې‬
‫شهید شو‪ ،‬زه‪ ،‬وړکۍ خور او مور مې دلته راغلو؛نو اوس ته ووایه چې ځمکه خوځښت نه کوي؟‬

‫د ماشوم ځواب خاموش کړم‪ ،‬د ځواب له پاره مې هیڅ نه درلودل‪ ،‬یوازې دومره مې وویل‪ :‬ته ښه وایې‪ ،‬له ټولګي ووتلم او د خپلو اوښکو په‬
‫صفا کولو لګیا شوم»‪.‬‬

‫سدرا وویل‪ :‬څومره دردونکې کېسه دې لیکلې‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬دا ما نه ده لیکلې؛ د ‪ ۱۰‬ټولګي یو زده کوونکي لیکلې وه‪ ،‬چې ما د خپل یاداښت په کتابچه کې له ځانه سره ثبت کړې وه‪.‬‬

‫ــ خو دا د کمې پوهې کېسه نه ښکاري؛ ځکه د یو زده کوونکي احساس پکې نغښتی دی‪.‬‬

‫ــ هو؛ همدې ته یې زه هم حیران کړی یم‪.‬‬

‫ماللې مخ را واړاوه‪ :‬دا کېسه؛ تا له کومه کړه؟‬

‫ومې ویل‪ :‬له ‪ ۱۲‬ټولګي چې فارغ شوم؛ نو یوه میاشت مدیر د ښوونکي د نشتون له امله د استاذي له پاره غوښتی وم؛ یوه ورځ مې لسم‬
‫ټولګي کې زده کوونکو ته له ځانه د یو څه لیکلو وویل؛ نو یو تن کابلي هلک دغه لنډه کېسه راوړه‪ ،‬چې په ما یې ښه اثر وکړ؛ هغه رښتیا هم‬
‫چې دا هر څه زغملي و او د ځان انځور یې په تورو کې د کاغذ پر مخ ویستی و‪.‬‬

‫ــ بل چا هم دا ډول کومه ښکلې کېسه لیکلې وه او که نه؟‬

‫ــ نورو هم په بیال بیلو موضوعاتو له ځانه یو څه لیکلي و؛ خیر که ډیر هنري او ادبي نه و؛ مګر ما ته یې کوښښ د منلو وړ و‪ .‬خو‬
‫پوهېږې د لېسې مدیر د لیکنو په لیدلو سره څه وویل؟‬

‫ــ څه یې وویل؟‬

‫دا چې لیکنې ښکلې نه دي او زه هسې ورته خوشحاله یم‪.‬‬

‫سدرا را وکتل‪ :‬او تا څه وویل؟‬

‫ما ورته وویل‪ ،‬چې‪ :‬لیکل ډیر سخت کار دی او هغه هم چې تخلیق کول او له ځانه د یو څه لیکل وي‪ .‬کاپي کول او تقلید اسانه کار دی؛‬
‫مګر د لیکنې یو نوې ټوټه رامنځته کول سخت کار دی؛ که مونږ د زده کوونکو دې کوښښ ته په دوو سیکنډو کې ویل کېدونکي دوه لفظونه‬
‫(بکواس او بېکاره) وکارو؛ نو هغوی به بیا د څه شي لیکلو هڅه ونکړي؛ زه وایم؛ د یو څه تخلیق پرېږده تقلید به هم ونشي کړای او زړه به‬
‫یې مات شي‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫مدیر لکه چې قانع شو‪ .‬سر یې وښوراوه او ویې ویل‪ :‬ته ورسره ښه پوهېږې استاذه؛ خو که له دې بهتر وای؛ نو ډیر به ښه و؛ اخیر ‪۱۰‬‬
‫صنف دی‪.‬‬

‫مدیر چې له صنفه ووت؛ ما ژر ژر وټوخل؛ مدیر بیرته را وکتل‪ :‬څه خبره وه؟‬

‫ما ژر خولې او ستوني ته بې واره الس یوړ؛ نننه‪ ،‬نه‪...‬‬

‫یو زده کوونکي را غږ کړل‪ :‬مدیر صیب ټوخی خو به دې سرمعلم صیب ته نه وي کړی؟‬

‫ومې ویل‪ :‬څنګه؟‬

‫ځکه چې له تا وړاندې هغه زمونږ د پښتو مضمون ښوونکی و او یوولسم به یې په یو واو (و) لیکه؛ یعنې (یولسم) یې لیکه‪.‬‬

‫سدرا دوی ښه شېبه وخندل؛ ماللې کړه‪ ،‬چې دومره تکړه مدیر و؛ نو بیا یې دومره بې ځایه کړتې ولې کولې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬عادت سې مجبور تها (له عادته مجبور و)؛ څه یې کړي وای؟ ټول عمر یې د نورو تر الس الندې کار کړی و؛ اوس خو به یې‬
‫خپل غچ اخیسته‪.‬‬

‫له درس وروسته مې له ماللې دوی سره د تېرو ‪ ۵‬کلنو کېسې وکړې‪ .‬ما وویل‪ :‬دا هم زمونږ د درس یوه برخه ده‪ .‬هغوی د سوات د تباهۍ‬
‫کېسې وکړې‪ ،‬چې څنګه وسله وال را پیدا شول؛ د پوځ په عملیاتو او د ترهګرو په بریدونو کې څه په وحشت د خلکو کورونه وران ویجاړ‬
‫شول او دوی څومره زیان ولیده‪ .‬ما د اف غانستان کېسې ورته غږولې‪ ،‬چې څنګه مې خپله ځمکه د ماماګانو په مرسته ترالسه کړه‪ ،‬مکتب‬
‫څومره بې خونده و؛ د ادبیاتو پوهنځي ته څنګه بریالی شوم‪ ،‬مارشل ارټ‪ ،‬د انګلش او کمپیوټر کورسونه او د یونیسف وظیفه مې تر کومه‬
‫ځایه ورسوله‪....‬‬

‫د خبرو په منځ کې به سدرا ځیر ځی ر راته کتل‪ ،‬چې کله به یې ښه خوند را کاوه؛ مګر ډیر وخت به یې له دماغي کشمکش سره مخ کړم‪.‬‬

‫سدرا دوی الړې او په دې سره د ورځې لمن هم ور ټوله شوه؛ د شپې مهال له جنرال سره وغږېدلم؛ هغه د ‪ ۱۵‬لکو پر ځای د ‪ ۲۰‬لکو‬
‫روپیو حواله کړې وه‪ .‬ویل یې‪ :‬ساده په ‪ ۱۵‬لکه خو به دې د ملګري قرض خالص شي؛ د واده خارچه به یې له کومې الرې پوره شي‪ .‬ما د‬
‫جنرال په مینې او رحم له ځان سره وموسل او ټولو ملګرو ته مې سالمونه ور ولېږل‪ .‬د جنرال مېرمن هم راسره وغږېدله او ویل یې‪ :‬بچیه!‬
‫ته کله کوژدن او واده کوې؟‬

‫ما په ځواب کې وخندل‪ :‬ترورې چې کله ستا په شان ښکلې ووینم‪.‬‬

‫هغې موبایل جنرال ته ورکړ او ورته ویې ویل‪ :‬دا هلک ډیر بې شرمه دی‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬سمسوره څه دې ورته وویل؟‬

‫ــ هسې؛ د ترور د حسن تعریف مې وکړ؛ نو وشرمېده‪.‬‬

‫جنرال وخندل او بیا یې خدای پاماني راسره وکړه‪.‬‬

‫زه په سبا د پېښور ښار ته الړم‪ .‬یو څه ضروري سامان او ‪ ۲۰‬لکه روپۍ مې را واخیستې‪ .‬په یو بېګ کې مې په ډیر احتیاط سره تر کوره‬
‫را ورسولې او خاله ته مې ورکړې‪ .‬د تېرې ورځې په څیر هغه د نصیر له مور سره یو ځل بیا د ماللې دوی کره ورغلې‪ .‬سدرا د خاله دوی‬
‫کره راغلې و ه‪ ،‬چې زما سترګې پرې ولګېدلې؛ نو په جای نماز مې والړه ولیدله‪ ،‬سالم یې وګرځاوه‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬د ورځې په ‪ ۱۱‬بجو هم کوم لمونځ فرض شوی؟‬

‫هغې جدي را وکتل‪ :‬لمانځه پسې ټوکې مه کوه! ګناهګارېږې‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ومې ویل‪ :‬ستا شیخي ته حیران یم؛ لمونځ او هغه هم د ورځې ‪ ۱۱‬بجې؛ د سهار لمونځ خو ‪ ۴‬نیمې بجې کیږي او د برېزر لمونځ هم د لمر‬
‫ختلو سره‪.‬‬

‫ــ ما د ماللې او نصیر دوی له پاره لمونځ وکړ‪ ،‬چې خدای یې سره یوځای کړي‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬بیا خو بښنه غواړم؛ بېځایه وګړېدم‪.‬‬

‫سدرا وویل‪ :‬څه پرواه نه کوي‪.‬‬

‫له یو نیم ساعت وروسته د نصیر مور او خاله دوی په خوشحالۍ سره راغلل او ستن و تار یې راوړي و‪.‬‬

‫زما له ډیرې خوشحالۍ اوښکې تم نشوې؛ د پردېس په سایکل مې پښه واړوله او ځان مې تر روغتونه ورساوه‪ ،‬نصیر ته مې زیری ورکړ‪.‬‬
‫د هغه له خولې د خوشحالۍ چیغه ووتله؛ ما یې په خوله الس ور کېښود‪ ،‬ومې ویل‪ :‬لیونی شوې‪ ،‬هسپتال دی ناروغان تکلیفوې‪.‬‬

‫هغه را نه کلکه غېږه تاوه کړه او ویې ویل‪ :‬خیر دی له ډاکټرانو اجازه راته واخله؛ زړه مې چاودلو ته نژدې دی؛ که مالله و نه ګورم مړ‬
‫به شم‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬که له هسپتاله الړ هم شې مالله نشې کتلی؛ هغه خپل کور کې ده‪ .‬انجلۍ د کوژدن پر مهال له کوره نشي وتلی‪.‬‬

‫زه بیرته د خاله کور ته راغلم؛ شبېر او پالر یې هم راغلي و‪ .‬پردېس او عادل ورسره ناست و؛ میرمن یې ژړل او زه یې په دروازې کې د‬
‫ور ننوتلو پر مهال څو ځله ښکل کړم‪.‬‬

‫دا ورځ مې بیا له ځینو پخوانیو ټولګیوالو سره په لیدنو‪ ،‬چکرونو او میلمستیاو تېره کړه‪ .‬شمایله خور‪ ،‬نرګس ترور او ټول ټولګیوال مې د‬
‫نصیر په کوژدن خبر کړل‪.‬‬

‫مازدیګر د تېرې ورځې برعکس مالله نه وه راغلې‪ .‬ما سدرا ورپسې ولېږله؛ خو هغه نه راتله‪.‬‬

‫ماښام مهال د نصیر خوا ته ورغلم‪ .‬په بله ورځ مې د نصیر پالر ته ‪ ۱۵‬لکه روپۍ ورکړې؛ تر څو په خپل الس یې د ماللې پالر ته‬
‫ورکړي او د خپلوۍ حق ادا کړي‪ .‬که څه هم د ماللې حق مهر یو لک (‪ )۱۰۰۰۰۰‬کېښودل شوی و؛ خو دا نورې روپۍ د پور د خالصون له‬
‫پاره وې‪.‬‬

‫د ماللې پالر د پیسو د اخیستلو پر مهال سر ځوړند نیولی و‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬کاکا په خپلوي کې چې سړی د یو بل الس و نه نیسي؛ نو نور به کله انسانان د یو بل په خیر راځي؛ تاسې دا روپۍ احسان مه‬
‫ګڼئ؛ بلکې د یو ورور مرسته یې وګنئ او که کله د پیسو بیرته سپارلو ضد کوئ؛ نو تر څو چې په خپلو پښو نه یئ درېدلي؛ څوک به پیسې‬
‫درنه وانخلي‪.‬‬

‫د نصیر پالر چې د ماللې دوی له کوره را ووت؛ ما ته یې کلکه غاړه راکړه؛ له مینې ډکه غاړه‪ .‬ویې ویل‪ :‬وراره زه د نصیر پالر یم؛ ما‬
‫د پالرتوب حق اداء نه کړ او تا د دوستۍ په خاطر دومره څه وکړل؛ هر کله چې اړ شوې غږ راباندې وکړه‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬له خپل تره څه شرم؛ خو که تاسې مې نه ردوئ؛ نو اوس مرسته غوښتی شم؟‬

‫هغه وویل‪ :‬هو ولې نه؟‬

‫کړه مې‪ :‬کاکا که خفه کېږئ نه؛ یو ځل خو له نصیر سره وګورئ‪.‬‬

‫په سترګو کې یې اوښکې وځلېدلې‪ :‬که نصیر لیدل راسره خوښ کړي؛ هغه ته مې ډیر درد ورکړی؛ ښایي زما مخ لیدل و نه غواړي‪.‬‬

‫په اوږه مې الس ورته کېښود؛ کاکا هغه زما ملګری او د ملګري رضا کول زما کار‪ ،‬بس ته هو وکړه‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫څو قدمه یې واخیستل او د ریموټ په وهلو سره یې د موټر دروازه پرانیسته‪ .‬را غږ یې کړل‪ :‬زما میرمن ته غږ کړه!‬

‫ما فکر وکړ‪ ،‬چې زما خبره یې رد کړه؛ خو کله چې د نصیر له مور سره بهر را ووتلم؛ نو را غږ یې کړل‪ :‬راځه؛ لومړی به کور کې‬
‫ډوډۍ راسره وخورې او بیا به د نصیر په لوري ورشو‪.‬‬

‫مونږ د نصیر دوی کره ورغلو‪ .‬هلته شبیر له وړاندې له پټاکیو او په خوښۍ کې د الوزولو بمونه را اخیستي و‪ .‬چې څنګه مو ستن او تار‬
‫و روړل؛ په کور کې د تمبل او بهر د پټاکیو غږونه شول؛ د نصیر دوه کوچني وروڼه او د تره زامن هم راغلل؛ ما یې پالر ته وویل‪ :‬کاکا ته‬
‫به هم وایې‪ ،‬چې دا هلک ولې دومره ډیر فرمایشونه کوي؛ خو که بده یې نه منئ دا ډوډۍ به له نصیر سره یوځای وخورو‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬له دې به غوره څه وي‪.‬‬

‫نصیر ته ورغلو‪ .‬هغه چې پالر ولیده له خپل ځایه راپورته شو‪ .‬په تېرو ‪ ۳‬ورځو کې نصیر ډیر ښه شوی و‪ .‬پالر سره غاړې وته؛ پالر یې‬
‫بښنه ترې وغوښته؛ خو ده په ژړا کې ورته وویل‪ :‬پالر جانه ته مې معاف کړه؛ ما ډیر وځورولې‪.‬‬

‫ما له شا را غږ کړل‪ :‬که د پالر او زوی مینه پر یو بل ماته شوې وي؛ نو غرمنۍ به وخورو؛ که نه سړه به شي‪.‬‬

‫دواړو وخندل او بیا مو په شریکه خوراک پیل کړ‪.‬‬

‫په ‪ ۴‬مه ورځ زه بیا د ښار هغې سیمې ته الړم‪ ،‬چې زما مور پکې شهیده شوې وه‪ .‬چارچاپیره مې پلټنې وکړې؛ خو څه مې الس ته‬
‫رانغلل؛ د ماخوستن له ډو ډۍ خوړلو وروسته دوهم چت ته وختلم او جنرال ته مې زنګ وواهه‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬څنګه یې سمسوره؛ کارونه دې تر کوم ځایه رسولي؟‬

‫ومې ویل‪ :‬ښه یم جنرال صیب! تر ‪ ۳‬ورځو مې ایله د کور او ملګرو کارونه را سم کړل او نن مې د مور جانې د شهادت له سیمې لیدنه‬
‫وکړه؛ خو کومه ګټه یې نه وه؛ د ځایي تهاڼې (د پولیسو له پوستې) مې هم د برید پخواني فایلونه را واخیستل او انځورونه مې ترې ووېستل‬
‫اوس یې (د یوشان نقطو)په لټه کې یم؛ ‪ ۳‬ورځو کې به ضرور یوې نتیجې ته ورسېږم‪.‬‬

‫له جنرال سره مې خبرې ختمې شوې‪ ،‬چې شا ته مې وکتل؛ خاله مې د دوهم چت په وروستۍ زینه کې والړه وه‪ .‬ما د خبرې د غلطولو په‬
‫انداز وویل‪ :‬زما یو همصنفي و؛ د پوهنتون ملګری؛ حربي پوهنتون وایي‪.‬‬

‫هغې په تریو تندي وویل‪ :‬مګر ته ادبیات وایې؟‬

‫په خبره کې بند شوم؛ خاله مې وویل‪ :‬ته دومره ساده او ریښتني یې‪ ،‬چې درواغ هم سم نشې ویلی‪ .‬ژړغونې شوه‪ :‬سمسوره؛ ما درته له‬
‫زړه نه د مور مینه درکړې؛ رښتینې مینې؛ نو باید چې ما ته درواغ و نه وایې‪.‬‬

‫سر مې ښکته کړ‪ :‬خاله د هغو خبرو څه ګټه چې نور پرې خفه کیږي‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬او د هغه راز څه ګټه چې ته یې د ژوند له لومړۍ ورځ پېژندونکې خاله نه پټوې؛ مګر د ‪ ۴‬یا ‪ ۵‬کلونو یو ملګري ته یې وایې؟‬

‫سترګې مې پورته کړې؛ مخ مې الندې انګړ ته کړ‪ :‬خاله زما مور په خپل مرګ نه ده مړې شوې؛ هغه په حاجي کېمپ کې د روغتون‬
‫مخې ته ویشتل شوې وه او چې تر روغتونه رسېده ساه یې ورکړې وه‪.‬‬

‫خاله مې خالصه خوله په ځمکه والړه پاتې شوه؛ په ژړا یې وویل‪ :‬څه عایشه خور مې چا ویشتلې وه؛ مګر ولې؟ د څه له پاره؟‬

‫په اوښلنو سترګو مې وویل‪ :‬نه پوهېږم خاله؛ خو دومره پوهېږم‪ ،‬چې د کوم سترې لوبې خوراک شوې وه‪.‬‬

‫هغې سر په السونو کې ونیو (او زما خدایه)!‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د خاله په لور ورغلم‪ ،‬له سترګو مې اوښکې ورته وچې کړې او بیا مې له الفه تر یا پورې د جنرال‪ ،‬زما د ټریننګ او عملیاتو خبره هم‬
‫وکړه‪.‬‬
‫هغې وویل‪ :‬چې ستا پریکړه د مور د غچ اخیستلو ده؛ نو زه دې ولې ترې منع کړم؛ تا چې هر څه کړي؛ د میندو په خاطر دي کړي او زه‬
‫به له رب غواړم‪ ،‬چې په هغه دنیا کې د عایشې پر ځای ما ستا مور وګرځوي‪.‬‬

‫ما په تندي ښکل کړه‪ :‬په ژړا کې په پټې خندا سره مې وویل‪ :‬ولې خاله له مور کمه وي‪.‬‬

‫هغې وخندل او ما هیله ترې وکړه‪ ،‬چې دغه حال له شمایلې پرته بل چا ته و نه وایم؛ ځکه هغه هم خبروم‪ ،‬تر څو په دې کېس کې مرسته‬
‫راسره وکړي؛ خو یوازې د مور د شهادت کېسه ورته کوم‪.‬‬

‫خاله وویل‪ :‬سمه ده‪.‬‬

‫کله چې الندې ښکته کېده؛ ور غږ مې کړل‪ :‬خاله؛ که د مورجانې په اړه څه ناویلی راز درته معلوم وي؛ ما سره یې شریک کړه‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬څه راسره نشته؛ مګر که وي سهار به یې ووایم اوس ویده شه ډیر ناوخته شوی دی او ته به ستړی هم یې‪.‬‬

‫په سبا مې شمایلې ته هم د مور د شهادت کېسه وکړه‪ ،‬هغه ډیره خفه شوه‪ ،‬چې ولې دې تر دې دمه دغه خبره پټه کړې وه‪ .‬د مور د شهادت‬
‫فایل مو وڅېړه؛ څه مو ترالسه نکړل‪ .‬د نورو معلوماتو د موندلو له پاره د شمایلې د خاوند په موټر کې سیده تهاڼې ته ورغلو‪ ،‬ما په ږیره کې‬
‫مصنو عي وېښته ځای پر ځای کړل‪ .‬یو نیم ساعت سینګارتون کې ناست وم‪ .‬د ګرمۍ له امله مې پر مخ سپین پوډر ووهل؛ تر څو تهاڼه کې‬
‫څوک راباندې شکي هم نشي‪ .‬شمایله د تهاڼې مشر (ایس ایچ او) ته ور وړاندې شوه او زما د مورجانې د کېس په اړه یې خبرې ورسره‬
‫وکړې؛ خو کومې پایلې ته نه رسېدو‪ .‬د پولیسانو د مشر رویه ډیره ښه او پښتني وه؛ خو د پولیسو یو زوړ مامور ته چې کله شمایلې زما په‬
‫امر وویل‪ :‬وروره! ته د هغو بریدونو فایلونه را وښېه چې په دې سیمه کې ثبت شوي؛ مونږ یې ګورو‪.‬‬

‫مامور وویل‪ :‬له مشر نه اجازه واخلئ؛ مشر نه رضا کېده؛ خو په ډیر عذرونو مو را نرم کړ؛ ‪ ۱۰‬دقیقې وخت یې راکړ‪ ،‬چې باید کار ختم‬
‫کړو‪.‬‬

‫ما او شمایلې فایلونه را واخیستل‪ .‬په تېرو ‪ ۵‬کلونو کې د ماین چاودنو او بریدونو ‪ ۱۴‬فایلونه و؛ په ‪ ۱‬او ‪ ۷‬فایل کې د ‪ ۷،۷‬تنو مړینه او په‬
‫‪ ۱۴‬فایل کې د ‪ ۱۴‬تنو ماشومانو د اختطاف کېس درج و‪ ،‬چې دوه اونۍ وړاندې په د جوالیي میاشتې په ‪ ۱۴‬مه ثبت شوی و‪ ۱۰ .‬دقیقې ختمې‬
‫شوې‪ ،‬زوړ پولیس راغی او فایلونه یې په غوسې را نه واخیستل‪ .‬په تګ تګ کې مې شمایلې ته سترګه ووهله او په لوړ اوازا مې وویل‪:‬‬
‫شمایلې ما پکې دوه یو شان نقطې (‪ )same points‬پیدا کړل‪ ،‬په ‪ ۱‬او ‪ ۷‬برید کې ‪ ۷ ،۷‬تنه وژل شوي او په ‪ ۱۴‬کېس کې ‪ ۱۴‬تنه ماشومان‬
‫اختطاف شوي‪ ،‬چې ‪ ۷‬یې انجونې او ‪ ۷‬هلکان دي‪ ،‬د دوی ټولو عمر د ‪ ۱۴ ،۱۳‬او ‪ ۱۵‬کلونو ترمنځ و او عجیبه یې دا چې په تښتول شویو‬
‫کې ‪ ،۷‬افغان مهاجر او ‪ ۷‬نور وزیرستاني وګړي دي‪.‬‬

‫هغې وویل‪:‬یعنې معامله په ‪ ۷‬عدد کې ده؟!‬

‫زوړ پولیس چې زمونږ شا ته را روان و؛ له مونږ تېز شو‪ .‬د پولیس افسر خونې ته چې ‪ ۵۰‬متره وړاندې وه په یوه منډه ورغی او د تیلفون‬
‫غوږی یې پورته کړ‪ .‬هیلو سر! تاسو اورئ!‬

‫مونږ چې د دروازې په لور روان و؛ شمایلې ته مې وویل‪ :‬باید د پولیس افسر مننه وکړو‪ .‬د (ایس ایچ او) خونې ته ال نه و رسیدلي‪ ،‬چې له‬
‫داخله غږ راغی‪ :‬د هغه کېس په اړه نن بیا یو کس راغلی دی‪ .‬یوه زنانه هم ورسره ده‪ .‬له لیهجې (لهجې) د دې ځای نه ښکاري او د انجلۍ‬
‫جبه (ژبه) له مونږ سره یو شان ده‪.‬‬

‫ما د خونې په دروازه کې وټوخل؛ د افسر څوکۍ خالي وه؛ همدغه زوړ پولیس یې مخې ته والړ و؛ له ټوخي سره وارخطا شو؛ ټیلفون یې‬
‫وارخطا کېښود‪ ،‬چې مزي کې یې الس ونښت؛ نو د ټیلفون دستګاه وغورځېدله‪ .‬د ځان سمولو کوښښ یې پیل کړ؛ ویې ویل‪ :‬دلته څه له‬
‫راغلئ؟‬

‫شمایلې وویل‪( :‬ایس ایچ او صیب) نه مو مننه کوله‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ هغه الړو بهر یې کار دی‪ .‬تاسې تلی شئ زه به مو مننه ورته ورسوم‪.‬‬

‫مونږ له تهاڼې را ووتلو؛ شمایلې وویل‪ :‬په کېس کې دې څه مهم پیدا کړل‪ ،‬چې د ترور جانې قاتالن پرې پیدا کړو‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬نه؛ خو اوس به پیدا شي‪.‬‬

‫ــ هغه څنګه؟‬

‫ــ ما د کېسونو د (یو شان نقطو) په اړه درته وویل؛ نو که دغه برید کې پولیس هم الس لري؛ ته ګوره‪ ،‬چې مونږ تعقیب شو؛ خو له هغې‬
‫وړاندې ته دا برقه په سر کړه او ځان کور ته ورسوه؛ موټر به دې زه درولم‪.‬‬

‫د ښار په منځ کې مې موټر ودراوه او شمایله ترې ښکته شوه‪ .‬زه له ښاره د وتلو سیمې ته لنډ وم‪ ،‬چې شا ته مې د تورو ښیښو یوه کروال‬
‫ولیدله‪ ،‬په مسلسله توګه یې زه تعقیبولم‪ .‬ما موټر ښه تېز کړ ان تر دې چې له پېښوره هم ووتلم او څمکنیو ته ورسېدلم‪ .‬په ترناب فارم کې مې‬
‫د شنو بوټو په یوې ګڼې ګوڼې کې موټر خامې ته کړ او د یو ستر ځنګل په منځ کې پټ شوم‪ .‬له السه تاوه توره پټۍ چې اکثره مې ټریننګ کې‬
‫د عضلو د قابو کولو په موخه له السه تاووله؛ ژر‪ ،‬ژر مې پرانیسته؛ د توت ونې یو خاښ کې مې را وځړوله او په تیزۍ سره ونې ته وختلم‪.‬‬
‫د تورو ښیښو موټر زما د موټر په شا کې ودرېده او ‪ ۳‬تنه په احتیاط سره را وړاندې شول‪ .‬د موټر دروازه یې خالصه کړه؛ خو څوک یې و‬
‫نه موندل‪ .‬بیا دری واړه کسان تمانچه په الس یو او بل اړخ ته روان شول‪ .‬هر لوری یې ولټاوه؛ خو څه یې و نه موندل؛ یو تن یې مخامخ د‬
‫توت ونې ته راغی؛ د ونې ډډ ته یې سر جوخت کړ‪ .‬ما په ونه کې ځان وچ‪ ،‬کلک او بې ساه کړی و‪ .‬د پټۍ یوې څنډې ته مې ول ورکړ او‬
‫الندې د کس شا ته راښکته شوم‪ .‬یو الس مې له خولې ور تاو کړ او په بل الس مې ورمېږ نه یو ټک ورته ووېست‪ .‬دا چې بې وسلې وم‪ .‬ژر‬
‫مې د هغه وسله راپورته کړه‪ .‬له خپل ځایه ‪ ۵‬متره لرې د یوې بلې ونې شا ته پټ شوم‪ .‬ورپسې د بلې ونې په لوري او همداسې ‪ ۱۵‬متره لرې‬
‫د یوې بلې ونې په اړخ کې پټ شوم‪ .‬السونه مې تیار په تمانچه کلک نیولي و؛ یوه تیږه مې د موټر په لوري ګوزار کړه او چې څنګه یې‬
‫وسله والو غږ واورېده؛ ډزې یې پیل کړې؛ خو چې څه یې و نه موندل او زما په لوري یې مخ را اړاوه؛ نو ما یو په سر او بل په چپه اوږه‬
‫ویشتلی و‪ .‬د ټپي په لوري احتیاط او تېزۍ سره ورغلم‪ ،‬تمانچه مې ترې واخیسته او له ځانه مې مخکې کړ‪ ،‬د هغوی موټر ته ور روان شو او‬
‫کله چې ورنیږدې شوم‪ .‬ومې لیدل‪ ،‬چې د تهاڼې زوړ پولیس په موټر کې سر ښکته کړی؛ خو ما چل وکړ‪ .‬ټپي مې ور وړاندې کړ‪ .‬مګر پوه‬
‫شوم‪ ،‬چې هغه مې د موټر په ښیښه کې ګوري؛ نو ژر خپله ور مخکې شوم‪ .‬دروازه مې په یو درز کې خالصه کړه او خپله مې هم پروت‬
‫وکړ‪ ،‬چې له امله یې پولیس په دوو پرله پسې ډزو سره خپل ملګری په سینه وویشت‪ .‬ما ژر پولیس په را وتلې غټې خېټې وویشت‪ .‬له مارشل‬
‫ارټ نه جار شم په (‪ ) spear‬کرینج ډوله ټوپ سره مې د هغه له السه ځړېدلې تمانچه هم ترې واخیسته او موټر نه مې الندې ګوزار کړ‪ .‬ټول‬
‫موټر مې چیک کړ‪ .‬یو بېګ مې پکې ومونده‪ .‬هغه مې خپل موټر کې کېښود او پولیس نه مې وردي ووېسته‪ .‬له شمایلې پټه راوړې برقه مې‬
‫ور واغوستله او په شاتني سیټ کې مې وغځاوه‪ .‬فکر مې کاوه‪ ،‬چې که پولیسو پوښتنه کوله؛ نو ورته وایم‪ ،‬به چې حامله ښځه راسره ده‪.‬‬
‫د پېښې له ځایه مې موټر په څو دقیقو کې په ‪ ۱۰۰‬سپیډ سره تارو جبې ته ښکته کړ‪ .‬هلته مې مستعمل (کارول شوې) جامې واخیستې او بیرته‬
‫مې ترناب فارم ته ځان ورساوه‪ ،‬د پېښې له سیمې ‪ ۲۰‬متره لرې د بوټو په اخیستلو بوخت شوم؛ یو ساعت د بوټو د خوښولو په بهانه ګرځېدم‬
‫را ګرځېدم؛ خو څوک مې و نه موندل‪ .‬د شاوخوا ‪ ۵۰۰۰‬روپو ګالن او بوټي مې واخیستل او دوکاندار سره مې پرېښودل‪ ،‬جنرال مې له پېښې‬
‫خبر کړ‪ .‬هغه یو نمبر راکړ او ویې ویل‪ :‬ځان له د ې کس سره پوه کړه او په درکول کېدونکي ادرس ځان ور ورسوه؛ ما ورته خپل شفر‬
‫ورکړ‪ .‬بیرته مې د خپل موټر په لوري مخه کړه او د وران شوي مهاجر بازار په لوري الړم‪ ،‬په مهاجر بازار کې ډیر لرې د ترکمنو په کلي‬
‫کې یو تن زما په راکړي ادرس والړ و‪ .‬د جنرال راکړی شفر مې ورته ووایه‪:‬‬

‫سیکریټ که ګارډ؟‬

‫هغه وویل‪ :‬دواړه «سیکریت ګارډ»‬

‫ومې ویل‪ :‬ملګریه راشه؛ ژر تر ژره باید له موټره مال ښکته او په خوندي ځای کې سمبال کړو‪ .‬پولیس مې د هغوی د کور شا ته په پټیو‬
‫کې د زیرزمینې پټنځای ته ورښکته کړ؛ هغه ته مې وویل‪ :‬وینه مې ور بنده کړې؛ خو زما تر راتګه باید دی په څه نه څه چل ژوندی وساتل‬
‫شي‪.‬‬

‫زه بیرته د پېښې ځای ته راغلم؛ د ‪ ۲‬نیمو ساعتونو په تېرېدلو سره هم څوک نه ښکارېدل؛ پوه شوم‪ ،‬چې دوی څوک نه دي خبر کړي؛ د‬
‫ګالنو دوکاندار ته مې پیسې ورکړې او د خاله کره راغلم؛ نیم بوټي مې خاله او پاتې شمایلې ته ور وسپارل؛ هغې وویل‪ :‬چا تعقیب نکړې؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ومې ویل‪ :‬تر یو ځایه یې تعقیب کړم؛ خو بیا ورک شول او یا به یې نه غوښتل‪ ،‬چې ومې څاري‪.‬‬

‫شمایلې ډیر وویل‪ ،‬چې ډوډۍ ورسره وخورم خو ما و نه منله او د مننې په ویلو سره د خاله کره راغلم؛ هغې ته مې وویل‪ :‬د یو څه اسنادو‬
‫په خاطر باید مهاجر بازار ته الړ شم‪.‬‬

‫په شاوخوا ‪ ۲‬ساعتونو کې بیرته د سیکریټ ګارډ ملګري تر سیمې راورسېدم‪ .‬د ملګري نوم سفیان و‪.‬‬

‫ژر ژر زیرزمینې ته ورښکته شو او د پولیس په مخکې ودرېدو‪ .‬هغه هم په هوښ راغلی و‪ .‬له خولې مې پټۍ ترې لرې کړه او د دې له‬
‫پاره چې نشه یې ښه ووځي؛ یخې اوبه مې ور وشیندلې‪ .‬راپاڅېده او په ویره یې ما ته وکتل؛ په غوسې سره مې وویل‪ :‬شروع وکړه په څه‬
‫چې پوهېږې ټکي په ټکي یې راته ووایه؛ که نه هر څه مې چې درسره وکړل؛ ذمه وار به یې خپله یې‪.‬‬

‫هغه خوله نه خالصوله او بار‪ ،‬بار یې انکار کاوه؛ سفیان ته مې غږ کړ؛ سفیانه وروره؛ ما ته پالس او څټک راوړه!‬

‫هغه راوړل او ما د پولیس د بندو السونو دوه ګوتې پکې ونیولې؛ لږ زور مې ورکړ؛ نو غږ یې ونکړ؛ خو چې زور مې زیات کړ‪ .‬چیغې‬
‫یې پورته شوې؛ بیا یې هم ځان کلک کړی و او حال یې نه وایه‪ .‬څټک ته مې الس کړ او ورته ومې ویل‪ :‬تر ‪ ۳‬حساب وایم؛ بیا به له خپلو ‪۲‬‬
‫ګوتو بې برخې شې؛ که حال و نه وایې؛ دغه سلسله به دې ‪ ۲۰‬واړه ګوتې په ډیر درد در نه واخلي‪ .‬د ‪ ۴۵‬کلنو په عمر د پوخ یا زوړ عمر‬
‫پولیس هماغسې غلی ګونګ ناست و‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬یو‪...‬‬

‫دا یې دوه‪...‬‬

‫الس مې پورته کړ‪ .‬در‪...‬‬

‫هغه چیغه کړه‪ :‬حال وایم‪ .‬حال وایم‪.‬‬

‫پالس او څټک مې سفیان ته ورکړل او پولیس ته مې مخ کړ‪ :‬که درباندې پوه شوم‪ ،‬چې درواغ وایې؛ وژنم دې‪.‬‬

‫پولیس وویل‪ :‬ما ته څه معلومات نشته؛ له یو کس سره په انټرنېټ خبرې کوو‪ ،‬هغه هدایات راکوي او مونږ عمل پرې کوو؛ زه د هغه کس‬
‫په کومک دلته پولیسو کې برتي شوی (داخل شوی) یم‪.‬‬

‫ــ هغه کس څه نومیږي؟‬

‫ــ شاهي شاه‬

‫ــ په اړه یې نور معلومات وایه‪ ،‬چیرته اوسیږي‪ ،‬انځور یا ویډیو یې‪...‬؟‬

‫ــ انځور یې راسره نشته‪.‬‬

‫ــ درواغ‪...‬‬

‫ــ یقین وکه صیب ما ته پته نشته!‬

‫ــ ښا؟‬

‫ــ او جي!‬

‫ــ په دې تور بېګ کې څه شی دي او ولې نه خالصیږي؟‬

‫ــ پته نشته؛ کوډ غواړي‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ او کوډ یې څه شی دی؟‬

‫ــ ما ته نه دی معلوم‪.‬‬

‫ــ نو چا ته معلوم دی؟‬

‫ــ شاهي شاه ته!‬

‫ــ نو هغه ته ځان څنګه ورسوم‪.‬‬

‫ــ نه پوهېږم سر‪.‬‬

‫د پولیس خبرې بې مطلبه راته وایسېدې؛ فکر مې وکړ‪ ،‬چې د اوس له پاره همدومره بس دی؛ دا څراغ خو را معلوم شو‪ ،‬چې د بریدونو‬
‫رهبري شاهي شاه کوي‪.‬‬

‫له زیر زمینې پورته وختلم؛ زمان کاکا ته مې زنګ وواهه‪ :‬سالم زمان کاکا! څنګه یې؟‬

‫وعلیکم السالم؛ پخیرونه سمسوره! زه خو ښه یم‪ ،‬خپله وایه که نه؟‬

‫ــ ښه یم‪ .‬زمان کاکا یو تور پوځي بکس دی؛ ما له جنرال صیب سره هم لیدلی و؛ نه پرانیستل کیږي‪.‬‬

‫ــ کوډ به غواړي؟‬

‫ــ ښایي؟‬

‫ــ ته بېګ وګوره چې الندې څه ټاپه یا کوم سیریل نمبر پرې وهل شوی‪.‬‬

‫ــ هو کاکا!‬

‫ــ یوه دقیقه صبر‪ ...‬ښا اوس راته هغه نمبر ووایه‪.‬‬

‫ــ ‪Lq001…2kpk‬‬

‫ــ ټاپه وشکوه او الندې شنه بټن ده؛ هغه ووهه‪ ،‬چې کله له بېګ نه د نمبرو یوه تخته را ووتله؛ نو هغې ته لیکل شوی سیریل نمبر سرچپه‬
‫ورکړه؛ دا یې کوډ دی‪.‬‬

‫ما هماغسې وکړل‪ .‬بېګ پرانیستل شو‪ ،‬دری سي ډیانې او یوه یوزبي پکې وې‪ .‬سفیان ته مې وویل‪ :‬کمپیوټر لرې؟‬

‫هغه وویل‪ :‬هو!‬

‫ــ نو راوړه که نه یار!‬

‫سي ډي پرانیستل شوه؛ په لومړۍ سي ډي کې د همدغه غټ خیټي پولیس معلومات او د اوسېدنې دوه ادرسونه و؛ د کورنۍ پوره معلومات‬
‫او د ترسره شویو عملیاتو تف صیل‪ .‬په دوهمه سي ډي کې د شاهي شاه په نوم کس و‪ ،‬چې پوره پېژندنه‪ ،‬د وصل (کنټک) ادرسونه او فیملي‬
‫بیګراونډ یې پکې و‪ .‬په دریمه سي ډي کې د سیکریټ ګارډ د ‪ ۲‬کسانو د ګلستان د کورنۍ تصویر‪ ،‬د هغه یو ځانګړی انځور او زما د پالر‬
‫عکسونه وو‪ ،‬چې په دوو یې د جوالیي د ‪ ۲۸‬مې (‪ ۷‬ورځې پخوانی) او د ګلستان او زما د پالر په تصویر یې د اګست د ‪ ۷‬مې نېټه لیکلې وه‪.‬‬

‫زه بیرته پولیس ته راغلم‪ .‬څو عسکري لغتې او سوکونه مې ورکړل‪ ،‬سر‪ ،‬پوزه او خوله یې وینو ډکه شوه؛ ومې ویل‪ :‬رښتیا ووایه‪ ،‬څه‬
‫پالن لرئ؟ که نه همدلته دې ختموم‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫هغه له ډیر تعذیب وروسته وویل‪ :‬یوزبي وګوره!‬

‫ما یوزبي په کمپیوټر کې ور ننوېستله‪ ،‬دوه دری دقیقه یي ویډیو پکې وې‪ .‬چې شاهي شاه پکې را څرګند شو‪ ،‬هغه له یو بل قوماندان سره‬
‫ناست و‪ ،‬چې څهره یې اشنا راته وایسېده؛ شاهي شاه په ویډیو کې خپلو ملګرو ته دا پیغام پرېښوده‪ .‬زمونږ فابریکه له منځه یوړل شوه؛ تباه‬
‫شولو؛ خو تیره شپه مو بریالي عملیات وکړل‪ .‬اصل هدف بچ شو؛ مګر پیلوټ مو بیرته ترالسه کړ‪.‬‬

‫زه ګنګس شوم‪ .‬له زیر زمیني پورته وختلم‪ .‬جنرال ته مې زنګ وواهه‪ ،‬چې پیلوټ خو به نه وي درنه تښتېدلی‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬سمسوره! ستا له تګ یوه ورځ مخکې مو پیلوټ ننګرهار ته را انتقالوه‪ ،‬کله چې د بدخشان مرکز ته ورسېدو؛ نو یوه بلې الوتکې‬
‫زمونږ په الوتکې برید وکړ‪ .‬له بده مرغه چې پیلوټ هم د هغوی و او دښمنان هم ډیر و؛ په اسانۍ سره یې زمونږ د ټیم ‪ ۲‬سرتیري را شهیدان‬
‫کړل‪ .‬د یو تن ټپي پر مخابرې یې د ګلستان د کور ادرس پیدا کړی و‪ .‬هغه ژغورل شوی؛ خو میرمن او دوه اوالدونه یې سخت ټپیان دي‪.‬‬
‫کشرۍ خور یې په سر لګېدلې او شهیده شوې‪.‬‬

‫له خولې مې بې واره (اخ هللا دا څه وشول؟) ووتل‪ .‬سر راباندې وګرځېده‪ .‬په غوسې او حیرانتیا مې وویل‪ :‬نو زه مو ولې نه خبرولم‪.‬‬

‫ــ مونږ ویل‪ ،‬چې ته پېښور ته ځې؛ هسې نه چې د بیرته تګ نېت رد کړې‪ ۵ ،‬کاله وشول بچیه؛ نور خو بس دی که نه‪ ،‬خپلې کورنۍ ته‬
‫هم لږ وخت ورکړه‪.‬‬

‫غلی شوم‪ .‬جنرال بیا وویل‪ :‬زمونږ یو‪ ،‬یو کس به تعقیب شي؛ ته باید په یوه اونۍ کې بیرته راشې؛ دلته هیڅ هم سم نه دي روان‪ .‬یوه حل‬
‫الره پیدا کول ضرور دي‪.‬‬

‫جنرال یوه شېبه ساه واخیسته؛ غلی و او بیا لکه یو څه مهم چې وریاد شوي وي‪ :‬او رښتیا تا ته د پیلوټ په اړه څنګه معلومه شوه؟‬

‫ما وویل‪ :‬ټوله لوبه له دغه ځایه تعقیبیږي؛ خو ستاسې د الوتکې او پیلوټ څار څنګه وشو‪.‬‬

‫ــ نه پوهېږم؟‬

‫ــ ښایي د پیلوټ په جامو کې به کوم جي پي ایس ماشین و؟‬

‫ــ فکر نه کوم؛ ځکه مونږ ټولې جامې ترې ویستې وې؟‬

‫ــ جانګی (د جنسي االتو د پټولو کپړه) هم؟‬

‫ــ نه‪.‬‬

‫ــ نو هلته به و‪.‬‬

‫ــ ښایي هلته و؛ خو تا څه موندلیدې؟‬

‫ــ هو؛‬

‫ــ کله به راځې؟‬

‫ــ په ‪ ۳‬ورځو کې‪ ...‬خو څوک مه خبروه‪.‬‬

‫له جنرال سره مې خبرې ختمې شوې او بیرته زیرزمیني ته ورښکته شوم‪.‬‬

‫د یوزبي دوهمه ویډیو مې چاالنه کړه‪ .‬په انګلیسي یې لیکلي و‪( :‬بریاوې) ترې الندې شاهي شاه‪ ،‬همدغه پولیس او هماغه قوماندان و‪،‬‬
‫ویډیو مې دروله؛ ذهن ته مې راغلل‪ ،‬چې دا قوماندان خو مې د قوماندان ګیالن د زوی د وژنې پر مهال پارټي (میله) کې لیدلی و‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ویډیو مې یو ځل بیا چاالنه کړه‪ .‬ماهي شاه‪ ،‬یاد قوماندان او زمونږ د سترګو مخې ته ناست پولیس پکې و‪ ،‬چې ‪ ۳‬تنه یې په بې رحمۍ سره‬
‫ووژل‪ .‬ورپسې دوه عربان او یو څو نور بهرنیان را مخامخ شول‪ ،‬چې دوی په موټر کې پېغلې انجونې ور کېنولې‪ .‬ویډیو کې مې هغه‬
‫ماشومان هم ولیدل‪ ،‬چې له غزني او خوست نه اختطاف شوي وو‪ .‬کله چې ویډیو ختمېده؛ ما د سفیان د تمانچې جاغور د پولیس په سینه کې‬
‫ور تش کړی و‪ .‬ځکه دومره ظالم او وحشي تن ته مې ګزران نه کیږي او مخامخ یې په همدې سر او سینې ولم‪.‬‬

‫د پولیس مړی مې په یوې بوجۍ کې واچوه او له مهاجر بازار ور اخوا په بهېدونکي نهر کې مې وغورځاوه‪ .‬له سفیان سره مې خدای‬
‫پاماني وکړه‪ .‬خپل نمبر مې ورکړ او د هغه مې هم ترې واخیسته‪.‬‬

‫جنرال ته مې زنګ وواهه‪ :‬ګلستان په خطر کې ده؛ خپل کور ته یې کډه در بار کړه او خبر یې کړه‪ ،‬چې سیمکارټ همدا اوس نه چیرته‬
‫لرې وغورځوي‪ ،‬خپله کور ته الړ نشي‪ ،‬په کور کې پراته اسناد ټول وسوځوي‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬اسناد که تر مونږ خوندي راوړي؛ نو څه بدي پکې شته؟‬

‫ــ هو بدي پکې شته؛ خدای مه کړه د تعقیبېدلو کومه اله یې پکې نه وي ایښې ‪.‬‬

‫ــ سمه ده؛ مونږ به همداسې وکړو‪.‬‬

‫ــ غوره دا ده‪ ،‬چې د کور شاوخوا کې یې څو تنه وسله وال وساتئ‪ ،‬چې کور تعقیب کړي؛ خپله ګلستان هم ولېږه‪.‬‬

‫ــ خو هغه د خپلې خور د غچ له امله احساساتي نشي؟‬

‫د انعام دوی مرګ رایاد شو؛ پریکنده مې وویل‪ :‬هغه یو کمانډو سرتیری دی‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬نور څه امر خدمت؟!‬

‫ومې خندل‪ :‬سکایپ دې وګوره‪.‬‬

‫شېبه پس زنګ راغی‪ .‬جنرال و‪ .‬ویې ویل‪ :‬دا ‪ ۲‬عکسونه چې تا رالیږلي زمونږ د سرتیرو دي‪.‬‬

‫ــ خبر یم‪.‬‬

‫ــ خو ولې دې را ولېږل؛ دلته ما له خپل یو دښمن سره پیدا کړل؛ زما د پالر عکس هم ورسره و‪.‬‬

‫ــ مګر دا کسان مړه شوي‪.‬‬

‫ــ نو مطلب دا چې د اګست په ‪ ۷‬مه یې د ګلستان او زما د پالر د وژنې پالن هم نیولی؟‬

‫ــ ته څه خبر؟‬

‫ــ د هغوی له انځورونو سره یې د نن ورځې تاریخ او د ماښام ‪ ۷‬بجې لیکلې‪.‬‬

‫ــ سمه ده؛ زه موبایل ږدم؛ په ځان پام ساته‪.‬‬

‫ــ تاسو هم‪.‬‬

‫ما موبایل کېښود؛ خو دوه دقیقې وروسته مې موبایل یو ځل بیا وشرنګېده؛ د جنرال میرمن وه؛ ومې ویل‪ :‬ترور دې پخیر وي‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬ته دې هم ژوندی یې‪.‬‬

‫ــ څنګه دریاد شوم؟‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ ما ویل‪ ،‬چې دا ځوانیمرګ څنګه دی؛ زه خو یې هیره یم؛ مګر زما خو زوی دی؛ ولې به یې هیروم‪.‬‬

‫ــ بښنه غواړم ترور؛ کارونه دومره ډیر او زه یوازې‪ ...‬سل سرونه مې خیشته کړي‪.‬‬

‫ویې خندل‪ :‬څه پرواه نه کوي‪ .‬خو چیرته یې؟‬

‫ــ د خاله کور ته په الره‪.‬‬

‫ــ ښا؛ ډیر ښه‪ ،‬چې د خاله کره دې الړې؛ ما هم ورسره وغږوه‪.‬‬

‫ــ ستا امر او زمونږ نه منل‪ .‬سر په سترګو به دې ورسره وغږوم‪.‬‬

‫مازدیګر مهال په داسې حال کې د خاله کور ته ور وګرځېدلم‪ ،‬چې په مخ مې د کومې بدې پېښې هیڅ اثر نه لیدل کېده‪ .‬له چای څښلو او‬
‫ډوډۍ خوړلو وروسته مې جنرال ته زنګ وواهه؛ هغه اړیکه رد کړه؛ ځکه له دېخوا یې زیاتې پیسې وهلې او له هغه لوري په ‪ ۲‬افغانیو ‪۱‬‬
‫منټ فري کېده‪ ،‬چې جنرال به هرې میاشتې ته فري کاوه‪ .‬موبایل مې خاله ته ورکړ او خپله د نصیر لور ته ورغلم‪ .‬نن د سدرا دوی درس هم‬
‫را نه تیر شوی و‪ .‬نصیر ته مې په خیاط ګڼډلې تازه جوړه ورکړه‪ .‬ما ویل‪ :‬سبا ته نه؛ مګر بله ورځ دې د کوژدن مراسم دي؛ ټول زاړه یاران‬
‫او دوستان به را ټولوې؛ یو زبردست پروګرام به جوړو‪.‬‬

‫هغه له لږې زیاتې حیرانتیا سره ومنله او په هسپتال کې مو په شریکه د دوو ورځو رخصت را واخیسته‪.‬‬

‫بله ورځ مې هم د تیرو ورځو په څیر د اسنادو او شواهدو په راټولولو تیره کړه؛ څو ځله مې خپل پالر او کور هم وڅاره‪.‬‬

‫کله چې شپه ختمه شوه او سهارني لمر څرک وواهه‪ .‬د نصیر د کوژدن په مراسمو کې مصروف شوم‪ .‬د کوژدن پروګرام زمونږ د خاله‬
‫کره و‪ .‬هر څه ښه زبردست و‪ .‬ټول پخواني ملګري‪ ،‬ټولګیوال او ښوونکي راغلي وو‪ .‬انجونې یو لور ته او هلکان بل لور ته ناست وو‪ ،‬په‬
‫منځ ک ې یې توره پرده ځړېدله؛ خو له سټیج نه هر لوری ښه صفا ښکارېده؛ حماد او سلیم له یو ښکلي رباب او سیتار سره راغلي وو‪ .‬پوهېدم‬
‫چې نن مې بې سندرو نه پریږدي‪ .‬نصیر هم په زبردسته سپینه جوړه کې او مالله بیا په سرې جوړې کې د یو بل تر څنګ نا ست و‪ .‬کله چې‬
‫یو بل ته د ګوتمۍ په ګوته کولو کېسه ختمه شوه؛ ماللې را غږ کړل؛ سمسوره دلته راشه! په ټول هال کې خاموشي خپره شوه‪ .‬د ماللې مور‬
‫او دوه خویندې د انجونو په منځ کې د پردې یو اړخ ته او پالر یې بل اړخ ته ودرېدل‪ .‬زه د سټېج سر ته الړم‪ .‬ماللې له السه ونیولم‪ ،‬د ټولو‬
‫حیران نظرونه او غړې دلې سترګې په ما کې بندې وې‪ ،‬چې هغې وویل‪ :‬دا هلک؛ بیا په خندا شوه؛ وبښئ دا ځوان!‬

‫ما هم وموسل‪.‬‬

‫ماللې ما ته ګوته ونیوله‪ :‬دې خواږه انسان زما له پاره ډیر څه وکړل‪ ،‬چې زه به یې تر عمره هیر نکړم‪.‬‬

‫ب یا یې نصیر ته اشاره وکړه‪ :‬دی د نصیر ملګری او زما ټولګیوال و؛ خو زه یې له یوې خور کمه نه یم ګڼلې؛ د نصیر او زما ژوند هم ده‬
‫را وژغوره‪ .‬بیا ژړغونې شوه؛ کاش چې ما د ده په څیر یو ورور درلودلی‪.‬‬

‫ما وموسل او ومې ویل‪ :‬مالله رښتیا هم چې ډیره خوږه ده؛ زه به نصیر بختور وګڼم‪ ،‬چې د دې په څیر د ژوند ملګرې یې نصیب شوه‪ .‬بیا‬
‫مې وخندل‪ :‬که نه چیرته نصیر او چیرته مالله؟‬

‫نصیر له مصنوعي غوسې سره په اوږه ووهلم؛ ما خوله خالصه کړه‪ :‬مالله کله ناکله ډیره غږیږي؛ نو ځکه خو سیلۍ ورته سرمعلمه‬
‫وایي‪ ،‬خپله ډیره ښه ده؛ نو نور هم ورته ښه ښکاري‪.‬‬

‫سدرا چې د خپلې مور تر خوا والړه وه؛ حیران یې را وکتل‪ ،‬چې څنګه مې د نورو په څیر په ژوند کې د لومړي ځل له پاره د سدرا پر‬
‫ځای سیلۍ وویل؛ خو ما ویل‪ :‬له شف نه شفتالو جوړ نشي‪ ،‬ځکه زما کېسه همداسې شف‪ ،‬شف کې ښه وه‪.‬‬

‫له سټېج نه ښکته کېدلم‪ ،‬چې نصیر سلیم ته ور غږ کړ؛ وه هلکه؛ په دې موقع کې تاسو څنګه شا ته والړ یئ؛ هغه رباب مو څه کړ؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫نصیر ته مې ډیرې زارۍ وکړې‪ ،‬چې پرېږده یاره‪ ،‬خلک دي‪ ،‬زړه نشم کولی؛ خو ماللې چې ټینګار وکړ؛ نو نور د ویلو څه را پاتې‬
‫نشول‪.‬‬

‫د سټیج په سر سلیم رباب او حماد سیتار ته الس کړ؛ ما په یوې مستې سندرې پیل وکړ او بیا نو د تل په څیر په سندره کې دومره غرق‬
‫تللی وم‪ ،‬چې په ختمېدلو سره یې را په هوښ شوم‪ .‬په ټول هال کې د السونو پړقا وه‪ .‬سدرا ته مې یو نظر وکتل‪ ،‬چې خندل یې او مور ته یې‬
‫زما په اړه څه ویل؛ ځکه چې ګوته به یې بار‪ ،‬بار زما په لوري نیوله‪.‬‬

‫د کوژدن مراسم ختم شول‪ .‬مالله یې خورلڼو خپل کور ته او نصیر یې پالر او وررو هسپتال ته بوته‪.‬‬

‫مازدیګر مهال مې له جنرال سره اړیکه ونیوله او ورته ومې ویل‪ ،‬چې‪ :‬سبا ته میرام شاه ته ځم؛ له هغه ځایه د خوست په الره در اوړم او‬
‫په ‪ ۳‬ورځو کې ځان در رسوم‪.‬‬

‫ماخوستن ناوخته مې دوهم چت کې ګروپ ولګاوه او خپل ټول اسناد مې را وڅپړل‪ .‬له سي ډي ګانو مې ادرسونه را واخیستل‪ .‬میس شمایله‬
‫مې د موبایل له الرې خبره کړه‪ ،‬خاله‪ ،‬پردېس او عادل ته مې مخامخ وویل‪ ،‬چې زه د یوې میاشتې له پاره بیرته خپل وطن ته ځم؛ هغوی ډیر‬
‫منع کړم؛ خو ما وویل‪ :‬د پوهنتون اسناد مې برابروم‪ .‬چې کله ویده کېدم؛ خاله راغله او ویې ویل‪ :‬سدرا خو خبره کړه!‬

‫ما وویل‪ :‬له ما نه دغه جرائت نه کیږي؛ ته یې خبره کړه‪.‬‬

‫بیا یې مخ را واړاوه‪ :‬ښا صحیح ده؛ خو یوه پوښتنه وکړم؟‬

‫ومې ویل‪ :‬لس خو وکړه!‬

‫ــ له سدرا سره کوژدن کله کوې؟‬

‫ــ کله هم نه‪.‬‬

‫په حیرانتیا‪ :‬ولې؟‬

‫ــ په کوژدن سره یې ژوند نه ور ختموم‪.‬‬

‫ــ څه مطلب؟‬

‫ــ مطلب دا چې زمونږ د سیکریټ ګارډ ټیم د غړیو څار پیل شوی؛ تیره ورځ یې زما د یو ګران ملګري خور شهیده کړه‪ ،‬میرمن او دوه‬
‫اوالدونه یې ورته ټپیان ک ړل‪ .‬که سبا ته زه له سدرا سره واده وکړم؛ ستا په فکر‪ ،‬چې هغوی به زما په ټس کې بېچاره او ناخبره سدرا و نه‬
‫وژني؟‬

‫خاله وویل‪ :‬خو ټول عمر هم بې واده نه شې ګرځېدلی!‬

‫ــ هو د ټول عمر له پاره د سدرا کونډتون او یا خپل کونډتوب هم نشم لیدلی‪.‬‬

‫خاله ډیره راسره ټین ګه شوه؛ خو زما ټینګار دا وه‪ ،‬چې مینه او کوژدن څه تړاو نه سره لري؛ زه له سدرا سره مینه لرم؛ لرله مې او لرم به‬
‫یې؛ مګر د دې مطلب دا نه دی‪ ،‬چې زه دې خودغرضه شم او د خپلې مینې په خاطر دې د هغې معصومې وینه توی کړم‪.‬‬

‫خاله بیا هم نه منله‪.‬‬

‫په ډیر جدیت مې ووی ل‪ :‬خاله ته اوس د یوې مور په څیر سوچ کوې؛ که د خاوند په څیر سوچ وکړې؛ نو پوه به شې‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬هو؛ زه د یوې مور په څیر سوچ کوم‪.‬‬

‫په تېزه مې وویل‪ :‬او د یوې مور په څیر درته د خپلو یتیمو بچیانو پالنه اسانه ښکاري‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫خاله سر په تېزۍ راپورته کړ‪ .‬په سترګو کې یې اوښکې وځلېدلې او پرته له څه ویلو؛ خپلې خونې ته الړه‪.‬‬

‫ما په ځان بد ویل شروع کړل‪ ،‬چې ښه نو ولې مې خاله خفه کړه‪.‬‬

‫سهار وختي پخلنځي ته ورغلم او بښنه مې ترې وغوښته‪.‬‬

‫هغې په ډیرې نرمۍ سره وویل‪ :‬ته په خپل ځای صحیح وایې‪.‬‬

‫ما وخندل‪ :‬او ته په خپل ځای‪.‬‬

‫زه د خپل سامان په راټولو بوخت وم‪ .‬چې ‪ ۶‬بجې شوې‪ .‬له ټولو سره مې خدای پاماني وکړه او نیغ خپل کور ته الړم‪.‬‬

‫په الره کې مې سفیان ته زنګ وواهه چې خپل مازدا موټر کې له پېښوره سبزي را واخلي او د خرڅولو په نېت یې تر مازدیګر پورې پاړه‬
‫چنار ته ورسوي‪ .‬ادرس مې په مېسج کې درلېږلی له کتلو وروسته یې ژر ډیلېټ کړه‪.‬‬

‫هغه حیران و‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬نورې خبرې به هلته کوو‪.‬‬

‫ویې ویل‪ :‬ته هم راځې‪.‬‬

‫کړه مې‪ :‬هو‪.‬‬

‫تر خپل کور را وورسېدم‪ ،‬دروازه مې وډبوله؛ د ‪ ۸‬کالو یوه انجلۍ را ووتله‪ ،‬ویې ویل‪ :‬څوک یې؟‬

‫کړه مې‪ :‬سمسور یم‪.‬‬

‫هغې غاښ باندې ګوته کېښوده‪ :‬سمسور یانې زمونږ میرنی ورور‪.‬‬

‫ترخه خندا مې وکړه؛ په زړه مې وګرځېدل‪ ،‬چې مور یې دوی ته هم زمونږ په اړه زهر په خوله کې ورکړي‪ .‬انجلۍ ته مې مخ کړ‪ :‬هو؛‬
‫همغه یم‪.‬‬

‫هغه په منډه کور ته ننوتله او پالر ته یې زما د راتګ وویل‪.‬‬

‫پالر مې زما په لیدلو حیران ودرېده او ویې ویل‪ :‬سمسوره؛ ته! بیا یې ستړې مشې راکړه‪ .‬را وړاندې شو او غېږ یې راته پرانیسته‪ .‬ما هم‬
‫په نه زړه غېږه ورکړه؛ خو له غېږې ورکولو وروسته مې یوه عجیبه احساس وموند‪ .‬ښایي دا زما په ژوند کې د پالر لومړۍ غېږه وه‪.‬‬
‫اوښکې مې توی شوې‪.‬‬

‫پالر مې وویل‪ :‬راځه دننه راځه‪.‬‬

‫زه د پالر په غوښتنه دننه الړم‪ .‬په کور کې وګرځېدلم؛ ‪ ۱۵‬کلنه مشره میرنۍ خور مې هم د ستړې مشې له پاره را مخکې شوه؛ میرنې مې‬
‫هم په ژوند کې د لومړي ځل له پاره ښه راغالست راته ووایه‪ .‬خپلې خونې ته ورغلم؛ ال هماغسې بنده وه؛ کیلي مې را واخیسته او خالصه‬
‫مې کړه‪ .‬له ټولو سامانونو مې دوړې صفا کړې‪ .‬پالر جان مې هم په دغه خونه کې راسره کېناست او ویې ویل‪ :‬سمسوره! دومره ډیر خفګان؟‬

‫ومې ویل‪ :‬ګران اغا! د څه خفګان؟‬

‫ــ نو چیرته وې دا ‪ ۵‬کاله چیرې ورک وې؟‬

‫ــ بره وطن ته تللی وم‪.‬‬

‫ــ هلته دې څه کول؟‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ ځمکې مې له غصبه خالصولې‪.‬‬

‫ــ نو خالصې دې کړې؟‬

‫ــ هو‪.‬‬

‫ــ ډیر ښه‪.‬‬

‫ما مننه وکړه‪.‬‬

‫له پالر سره مې خبرې د تیر په څیر زهرجن انداز کې نه وې‪ .‬بیا مې د خبرو اړخ بدل کړ‪ .‬ومې ویل‪ :‬ګران اغا په ژوند کې د لومړي ځل‬
‫له پاره څه درنه غواړم را به یې کړې؟‬

‫هغه وموسل‪ :‬ولې نه؛ څه غواړې؟‬

‫ــ رښتیا!‬

‫ــ رښتیا؟‬

‫ــ هو؛ زه درنه رښتیا غواړم؛ په دې ښایي یوازې زه خبر یم چې مور جانه په خپل مرګ مړه نشوه؛ بلکې چا ووژله؛ خو ته راته دا ووایه‪،‬‬
‫چې زما مور چا‪ ،‬په کوم تور او ولې ووژله؟‬

‫د ګران اغا سترګې خالصې پاتې وې‪ .‬بیا یې له الفه تر یا کېسه راته وکړه‪ .‬ویې ویل‪ :‬زویه زه درنه ډیره بښنه غواړم؛ ما ستاسې له مور او‬
‫خپلې لومړنۍ میرمنې سره ډیر بد وکړل‪ .‬څه وکړم؛ مجبور وم؛ خو اوس مالمت یم د هغې یو‪ ،‬یو ښه مې سترګو ته دریږي او ورځ تر بلې‬
‫په خپلو نظرونو کې لوېږم‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬نه ګران اغا داسې مه وایه؛ ته ډیر ښه یې‪.‬‬

‫په ژړا کې یې وویل‪ :‬نه یم ښه؛ هغه زما له السه مړه شوه‪.‬‬

‫ــ ستا له السه؟‬

‫ــ هو؛ بچیه له اقتصاد وروسته مې انجنیري کې ماسټري کوله‪ ،‬د پوهنتون په وروستۍ ورځ هر زده کوونکي خپله اختراع ښودله‪ .‬ما هم‬
‫خپله اختراع وښودله‪ .‬له هغې ورځې د یو ګروپ کسانو له خوا زما ځورول او بلېک ملنګ شروع شو‪ .‬کله مې چې د معدنونو او کانونو په‬
‫برخه کې زده کړې بشپړولې؛ نو یوې ډلې کسانو وګواښلم‪ ،‬چې باید دوی سره کار وکړم؛ ما و نه منله او د دغه نه منلو په سبب هغوی ستا‬
‫مور ووژله؛ دا د ‪ ۲۰۰۷‬کال خبره ده ‪.‬‬

‫په ژړغوني؛ خو غوسناک نظر مې وویل‪ :‬ګران اغا هغه کسان پېژنې؟‬

‫ــ نه؛ هغوی بیالبیل کسان رالېږل‪.‬‬

‫له پالر جان سره مې خبرې روانې وې‪ .‬څو ځله یې بښنه را نه وغوښته او په پای کې یې یوه کلکه غېږه هم راکړه؛ ما هم له هر څه خبر‬
‫کړ او ورته ومې ویل‪ :‬باید ژر تر ژره تاسې کور بند کړئ او چا ته له معلومات ورکولو پرته ځان یوې بلې خوندي سیمې ته ورسوئ‪.‬‬

‫مخ یې را واړاوه‪ :‬نو چیرته الړ شو بچیه؟‬

‫په کاغذ مې یو ادرس او تیلفون نمبر ورته ولیکه‪ .‬په دې ادرس به ځان اکوړي ته ورسوئ؛ هلته د کډوالو په پټنډغالي کې زما د پوهنتون یو‬
‫ملګری دی‪ ،‬تاسې سره به د کور په نیولو کې مرسته وکړي‪ .‬له پالر سره مې د کور سامان را ټول کړ او په یوې الرۍ کې مې د اکوړي په‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫لوري رخصت کړ‪ .‬په تګ تګ کې مې ورته وویل‪ :‬که شونی وي؛ خپل کار پرېږده‪ ،‬په اکوړي کې یو کوچنی دوکان جوړ کړه‪ ،‬چې خلک‬
‫درباندې شک ونکړي؛ نور هره میاشت زه درته ‪ ۳۰۰۰۰‬کلدارې درلېږم‪.‬‬

‫هغه وموسل او په حیرانتیا سره یې وپوښتل‪ :‬ته؟‬

‫کړه مې‪ :‬هو؛ زه‪.‬‬

‫ویې خندل‪ :‬رښتیا چې ته ډیر ستر شوی یې!‬

‫ما هم خندا وکړه‪.‬‬

‫د رخصت پر مهال یې غېږه راکړه او په ژړانده اواز سره یې وویل‪ :‬بیا کله سره ګورو‪/‬‬

‫ځواب مې ورکړ‪ :‬که ژوند و‪ ،‬ډیر ژر‪.‬‬

‫له خپل ګاونډي علي سره مې هم ولیدل‪ ،‬هغه ګیله کوله چې د ده او خور په ودونو کې یې نه وم او نه مې د موبایل نمبر ورکړی و‪ .‬ډیر‬
‫وخت مې ورسره تیر نه کړ او د ډیر ضروري کار له امله مې اجازه ترې واخیسته‪ .‬بیا د پاړه چنار په لوري روان شوم‪ .‬ماخوستن ناوخته د‬
‫سي ډي په ادرس یوې هسکې کال ته ورسېدلم‪ .‬چار چاپیره یې کندې وهې‪ .‬غرمه مهال د پاړه چنار په بازار کې وګرځېدم‪ ،‬عجیبه پښتانه‬
‫خلک یې و‪ .‬یو تن دوکاندار ته مې وویل‪ :‬دلته میلمه راغلی یم‪ .‬بس بیا څه و‪ ،‬چې په لس ځله ویلو سره یې هم پیسې نه اخیستلې‪ .‬تر ماښام‬
‫پورې مې کال وڅارله‪ .‬ډ یره زیاته ګڼه ګوڼه وه‪ ،‬څوک را وتل‪ ،‬څوک ننوتل‪ .‬هیڅ بهانه نه جوړېدله‪ ،‬چې کال ته ننوځم‪ .‬د ماښام تیاره خپره‬
‫شوه‪ .‬سفیان ته مې زنګ وواهه؛ هغه ویل په سبزي خرڅولو بوخت یم‪ .‬ومې ویل‪ :‬لیالم په تاوان یې کړه‪.‬‬

‫له خندا سره په ګډې لهجې یې وویل‪ :‬څه؟‬

‫په جدیت مې وویل‪ :‬تا رومیان په څو راوړي‪.‬‬

‫ــ کیلو په ‪.۲۰‬‬

‫ــ په ‪ ۱۰‬یې اعالن کړه‪.‬‬

‫ــ ولې؟‬

‫ــ ډیرې پوښتنې مه کوه او ژر دې د مېسجونو انباکس وګوره‪.‬‬

‫د کال ادرس مې ور ولېږه‪.‬‬

‫له مازدیګر وروسته اسمان خړو ورېځو ونیو او کله چې ماښام لمونځ وشو‪ ،‬شړکنده باران پیل شو‪ .‬برېښنا الړه او د کال شاوخوا هم تیاره‬
‫شوه‪ .‬د کال څنګ ته ور روان وم‪ ،‬چې د کال دوو ساتونکو څراغونه روښانه کړل او ویې درولم‪ .‬تاالشي یې پیل کړه‪ .‬ویل یې‪ :‬څه کوې؟‬

‫کړه مې‪ :‬مسافر یمه د تشو متیازو ځای را نه ورک و‪ .‬دلته راغلم‪.‬‬

‫په غوسه شول‪ :‬ته څوک یې‪.‬‬

‫په مصنوعي ډار مې وویل‪ :‬مسافر یم افغانستان ته اوړم‪.‬‬

‫هغوی بیا وویل‪ :‬له کله نه دلته ګرځې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬همدا اوس د باران له امله افغانستان ت نشم اوښتلی‪.‬‬

‫دوهم ساتونکي وویل‪ :‬نو بیا دې مازدیګر د چایو په دوکان کې څه کول؟‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫زما درواغ ګیر شول؛ خو په خپله خبره مې ټینګار وکړ‪.‬‬

‫یو تن یې زما شا ته ودرېده او په جیبونو کې ګوتې وهل یې پیل کړل‪ .‬بیا یې د پرتوګ جیب راباندې وکوت‪ ،‬کمېس مې هم ورته وکښه؛ خو‬
‫چې د پرتوګ وار راغی‪ .‬نو نه مې وو یل‪ .‬خو هغوی تاکید کاوه‪ .‬چې پرتوګ وکاږم‪ .‬سوچ مې وکړ‪ ،‬چې دومره سخته تاالشي اخلي؛ نو‬
‫ضرور په کال کې څه راز شته‪ .‬شا ته مې مخ وګرځاوه‪ .‬لومړي تن په خوله سوک راکړ‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬بې غیرتو پرتوګ څنګه وکاږم‪.‬‬

‫هغوی ماشینې را ته ونیولې‪.‬‬

‫ما السونه اوچت کړل‪ .‬هغوی رانیږدې شول او چې کله یې ولچک کولم؛ نو دواړه مې د خپل عسکري بوټ په تیرو سرونو د پښو پستو‬
‫پستو ځای او بیا جنسي الو ته ووهل‪ .‬چیغه ترې پورته شوه؛ خو ښه دا وه‪ ،‬چې د کال د نیږدې برج ساتونکی هم زما مخې ته و او دواړو د‬
‫یوځای راتلو سهوه کړې وه‪.‬‬

‫ماشینې مې ترې و اخیستې او په شا الړم‪ .‬د کمېس له جیبه مې بې هوښه کوونکې ماده را واخیسته او د دواړو کار مې پرې ختم کړ‪ .‬بیا مې‬
‫جامې ترې ووېستې او برج ته وختلم‪ .‬ټوله کال مې تر نظر تیره کړه‪ .‬ما سره ‪ ۳۰‬دقیقې وې؛ ځکه هغه کسان له نیم ساعت وروسته په هوښ‬
‫راتلل‪ .‬غوښتل مې له ډزو پرته عملیات ترسره کړم؛ که نه د کال ساتونکي او نور پرسونل هم په ډزو سره خبرېدل؛ خو سره له دې مې ماشینه‬
‫اوږې ته اچولې وه او په هواري سره د کال په خونو ورو ورو ورغلم‪ .‬ټوله کال ‪ ۴‬یا ‪ ۵‬جریبه ځمکه کې جوړه شوې وه‪ .‬یوه برخه یې‬
‫میلمستون‪ ،‬بله برخه باغ او دریمه برخه کور ښکارېده؛ خو وروسته پوه شوم‪ ،‬چې میلمستون د ترهګرو د ویده کېدو مرکز‪ .‬کور د وسلو ډیپو‬
‫او باغ د روزنې ځای و‪ ،‬چې ځای په ځای نښې او د ټریننګ ښودلو بېنرونه او نښې هم پکې ښکارېدلې‪.‬‬

‫د باغ په لوري الړم‪ .‬هیڅ هم پکې نه و‪ .‬میلمستون ته مې مخ کړ‪ ۷ .‬خونې وې‪ ،‬چې ‪ ۶‬تشې او په وروستۍ خونې کې چې تر نورو خونو‬
‫لویه وه‪ ۷ ،‬تنه ناست وو‪ .‬د کال په دوو نورو کونجونو کې هم ‪ ۲‬برجونه و‪ ،‬چې ستر‪ ،‬ستر څراغونه (بلپونه) پکې لګیدلي وو‪ .‬له میلمستون د‬
‫کور په لوري روان شوم‪ .‬داسې چې د قدم اېښودلو غږ مې خپله هم نه اورېده‪ .‬لومړی د کال یو برج او بیا بل برج ته وختلم‪ .‬په پخوانۍ‬
‫طریقې سره مې دوه تنه بې هوښه کړل‪ .‬کله مې چې دوهم تن بې هوښه کاوه؛ زړه یې را نه ووېست؛ نیږدې و‪ ،‬چې د خطر زنګ په وهلو‬
‫سره یې زما ټول پالن را تباه کړی وای‪.‬‬

‫له برجونو مې زړه بې غمه شو‪ .‬بیرته د ډیپو په لوري ورغلم‪ .‬هلته هم ‪ ۷‬خونې وې او د تیر په څیر دلته هم په ‪ ۷‬خونه کې ‪ ۷‬تنه ناست‬
‫وو‪ .‬حیران وم چې مازدیګر ډیره ګڼه ګوڼه وه؛ مګر اوس کسان څه شول‪.‬‬

‫جنرال ته مې زنګ وواهه او د پکتیا په ځاځیو د یو قاچاقي بار وړونکي موټر د تیرولو چانس برابرولو پوښتنه مې وکړه‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬شونې ده؛ خو څه پکې رالېږې‪.‬‬

‫ــ ‪ ۱۸‬انسانان‪.‬‬

‫ــ څه‪ ،‬څه‪...‬؟ انسانان رالېږې‪.‬‬

‫ــ یوازې په نوم انسانان؛ نور نو پوهېږې چې هغوی څوک دي‪.‬‬

‫ــ جنرال د نور حالت پوښتنه کوله؛ خو ما وویل‪ ۳۰ :‬دقیقې وروسته به خبر شې‪.‬‬

‫جنرال دوه نمبرې او یو ادرس را ولېږل‪.‬‬

‫د ډیپو په لو ري روان شوم‪ .‬خونې ته په احتیاط ننوتلم‪ .‬د خونې برېښنا مې قطع کړه‪ .‬په کوټه کې هاهو شو‪ .‬دوه تنه له السي څراغ سره له‬
‫خونې بهر را ووتل‪ .‬د دواړو له مخونو مې په بې هوښه کوونکې مادې لړلې ټوټې تاوې کړې‪ ۵ .‬دقیقې وروسته په خونه کې وویل شول‪ :‬ته‬
‫ورشه امجده وګوره چې دا هلکان چیرته ورک شول؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫امجد هم را ووت‪ .‬او زړه فرموله مې ورسره وکاروله‪ .‬ښه و په جیب کې یې بې غږه تمانچه وه‪ ،‬چې خدای خبر څومره بې ګناه روحونه‬
‫به یې پرې اخیستي وي‪ ۵ .‬دقیقې وروسته له خونې د امجد په نوم غږونه وشول؛ خو چې ځواب یې ترالسه نکړ؛ نو دوه تنه له تمانچو سره په‬
‫الس او پاتې بې وسلې را ووتل‪ .‬زه د خونې شا ته ودرېدم او په وسله لرونکو کسانو مې د بې غږه تمانچې ډزونه وکړل‪ .‬دوو نورو کسانو‬
‫منډې وهل شروع کړل‪ .‬ما ور غږ کړل‪ :‬ودرېږئ؛ که نه تاسې هم بره لېږم‪ .‬دواړه ودرېدل‪ .‬دوه چاکلېټونه مې ور وغورځول‪ .‬د خوړلو امر‬
‫مې ورته وکړ او دواړه بې هوښه شول‪.‬‬

‫له ډیپو وروسته د میلمستون په لوري الړم‪ .‬هلته مې هم کامیاب شوی فارمول وکاروه؛ خو بدبختانه چې دلته هم ‪ ۱‬یو تن سر وخوړ او ‪۶‬‬
‫تنه په چاکلیټونو خوړلو سره بې هوښه شول‪ .‬زه ژر په ټولې ودانۍ وګرځېدلم‪ ،‬د هر برج الندې‪ ،‬د ډیپو او میلمستون په ‪ ۷ ،۷‬خونو او د‬
‫ټریننګ په ځایونو کې مې له ډیپو را اخیستي ریموټ کنټرول بمونه کېښودل‪.‬‬

‫موبایل مې رڼا وکړه‪ ،‬چې کتل مې‪ :‬سفیان و‪ .‬ویل یې‪ :‬له ‪ ۲۰‬دقیقو والړ یم؛ خو ته نه راځې‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬له بازاره راوړي کارټنونه درسره شته‪.‬‬

‫ویې ویل‪ :‬هو‪.‬‬

‫ځواب مې ورکړ‪ .‬بس د کال دروازې ته راځه‪.‬‬

‫یو ځل بیا مې هر څه چیک کړل‪ ،‬سفیان راغی‪ .‬مازدا یې د کال منځ کې ودروله او ما هر تن ته د بې هوښۍ ‪ ۲،۲‬ستنې ولګولې‪ .‬په شریکه‬
‫مو ‪ ۱۳‬تنه مازدا کې یو بل پسې وغورځول‪ .‬چې له کال باهر شو؛ نو پاتې کسان دوه کسان مو هم پیچکاري کړل او مازدا ته مو ور‬
‫وغورځول او له کال چې ډیر لیرې شولو؛ نو یوه سره لمبه ترې پورته شوه او بمونه وچاودل‪.‬‬

‫په ډیره بیړه د پکتیا په لوري روان شولو‪ .‬د جنرال راکړی نمبر مې ډایل کړ‪ .‬یو تن هډور د پوخ سن سړی راغی او خپل ټرک یې ودراوه‪.‬‬
‫خپل کوډ یې ووایه‪ :‬سیکریټ که ګارډ؟‬

‫ومې ویل‪ :‬دواړه‪.‬‬

‫هغه سفیان ته وکتل‪ .‬ومې ویل‪ :‬خپل کس دی‪.‬‬

‫دری واړه په توره تیاره کې ټرک ته د کسانو په خېژولو اخته شولو‪ .‬د ټرک د باډۍ وروستۍ حصه مو خالي پرېښوده او په نورو اړخونو‬
‫مو کارټنونه کېښودل‪ .‬د ټرک څښتن د شاپرو (پالستیکي کڅوړو) رومیان په کارټنونو کې واچول او د دړو له پاسه یې کېښودل‪ .‬په ډیورنډ‬
‫کرښه تګ راتګ سخت و؛ خو سرحدي ملېشو ته مو دوه ‪ ۵۰۰۰‬په السو کې ورکړل او په اسانۍ سره افغانستان ته واوښتو‪ .‬د پکتیا په ځاځیو‬
‫کې د موټر چلونکي کور و‪ ،‬چې ‪ ۱۵‬واړه کسان مو پکې وغورځول‪ .‬له ‪ ۱۵‬دقیقو وروسته ټول په نوبت‪ ،‬نوبت هوښ کې راغلل؛ خو چې زه‬
‫یې د سترګو په مخکې لیدم؛ ځانونه به یې ښورول؛ مګر څه فایده‪ ،‬په ځنځیرونو کلک‪ ،‬کلک تړل شوي وو‪ .‬ومې ویل‪ :‬په څه چې پوهېږئ‬
‫شروع یې کړئ؛ یوه خبره په یاد وساتئ‪ ،‬چې تاسې له پولې دېخوا را اړول شوي یئ‪ .‬غوره به وي‪ ،‬چې درواغ و نه وایئ‪ ،‬ځکه په تاسې مې‬
‫زړه رحم نه کوي‪ ،‬د هر یو کارنامې را ته معلومې دي‪.‬‬

‫ټولو یو بل ته وکتل‪ .‬خو څه یې وس کې نه وو‪ ،‬د پرېښودلو عذرونه یې کول‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬که حال ووایئ او خپل اصلي مشر راوښیئ‪ ،‬کېدای شي معاف شئ؟‬

‫یو هم خوله نه خالصوله‪ .‬د کور څښتن ته مې وویل‪ :‬کور کې بیټري او مزي لرې‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬هو‪.‬‬

‫کړه مې‪ :‬نو څه ته ګورې‪.‬‬

‫د ټولو رنګونو وتښتېدل‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫کوربه یوه ستره بیټري راوړه‪ .‬ما الندې ځمکه باندې اوبه وشیندلې او ډند مې جوړ کړ‪ ،‬له ټرک موټر مو اینورټر (برېښنا تبدیلونکی ماشین)‬
‫را واخیسته او برق مو پرې ژوندی کړ‪ .‬بیا مې د مزي یو سر په ډنډ او بل سر په بیټرۍ کېښود‪ .‬د ټولو چیغې پورته شوې‪ .‬یو دوه تنه له‬
‫لومړي شارټ سره حال ویلو ته رضا شول‪ .‬هغه مې را بیل کړل‪ .‬بیا مې پاتې کسانو ته دوهم شارټ ورکړ‪ ۶ .‬تنه نور هم رضا شول او په‬
‫دریم شارټ کې ‪ ۴‬تنه نور خبرو کولو باندې راغلل‪ .‬له څلورم شاټ وروسته هم یو تن چې وینه مې په بدن کې ور وچه کړې وه؛ خبرو کولو‬
‫ته رضا نشو‪ .‬ما ټول بیل بیل ودرول‪ .‬کوربه ته مې وویل‪ :‬بیټرۍ دروړه‪ .‬د دوی مشر معلوم شو‪ .‬د وروستي تن سترګې رډې را وختې‪ .‬ما‬
‫هغه او په ‪ ۴‬شارټ رضا شوي کسانو ته د نشې هایي ډوز ګولۍ په خوله کې ورکړې په یو کرایه کړي موټر کې مې واچول او شپه په شپه‬
‫ننګرهار ته روان شوم‪ .‬د کور څښتن ته مې وویل‪ :‬پاتې کسان مو د پکتیا امنیه قوماندانۍ ته له ټولو هغو ثبوتونو سره وسپارل چې د دوی په‬
‫خالف و‪ .‬په دغو ثبوتونو کې له خوست او غزني نه د ماشومانو تښتول او شهیدول هم شامل وو‪ .‬یاد خبر رسنیو کې پراخ غبرګون پیدا کړی‬
‫و‪ .‬ما د پکتیا ملي راډیو ته هم د نامعلوم سیمکارټ له الرې زنګ وواهه او د یادو ماشومانو د قاتالنو او اختطاف ګرو د ورسپارلو خبر مې‬
‫ورکړ‪.‬‬

‫زه ننګرهار ته نه وم رسېدلی‪ ،‬چې جنرال ته مې په سکایپ ټول احوال ورکړ‪ .‬هغه وویل‪ :‬دری واړه کسان کابل ته راوړه‪ ،‬ننګرهار ته یې‬
‫نه وړو‪ .‬دلته مو نوی مرکز جوړ کړی دی‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬سمه ده‪.‬‬

‫د کابل په مرکز کې مې له جنرال صیب‪ ،‬زمان کاکا او ټولو ملګرو سره ولیدل او د اګست ‪ ۷‬مې ته د تیارسي خبرې پیل شوې‪ .‬ما د سهار‬
‫‪ ۷‬بج و خبرونو له پاره ازادي راډیو او شمشاد ټلویزیون چاالن کړل‪ .‬تاند‪ ،‬روهي او یو څو ویبسایټونو ته مې هم سر ورښکاره کړ؛ خو هدف‬
‫وړ څه پکې ترالسه نشول‪ .‬وروسته جنرال صیب وویل‪ :‬نن په کابل کې د غیرمسؤلو وسله والو په خالف ستر الریون ترسره کیږي‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬د برید هدف به همدا الریون وي‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬باید امنیتي ادارې خبرې شي‪.‬‬

‫ژر‪ ،‬ژر مو په غیر راجستر سیمکارټونو او فیک انټرنیټي ادرسونو له مرکز نه ‪ ۲‬کیلومتره لیرې ‪ ۱۰‬زنګونه ووهل او د اواز په بدلولو‬
‫سره مو امنیتي ادارو‪ ،‬کورنیو چارو وزارت‪ ،‬دفاع وزارت‪ ،‬کابل ګارنیزون‪ ،‬امنیه قوماندانۍ او څو لواګانو ته خبر ورکړ‪ .‬خپله مو هم د‬
‫الریون پر مهال د بریدګرو د نیولو پالن ترتیب کړ‪ .‬زه‪ ،‬ګلستان او څو تنه د الریون کوونکو په جامه کې‪ ،‬دری نور کسان د رسنیو د‬
‫کارکوونکو او کیمره مینانونو او جنرال د سوارلۍ موټر چلونکي په صفت الریون ته تیار شولو‪.‬‬

‫ډیر ژر مو تر ملي شورا ځان ورساوه؛ ځکه الریون هلته کېده‪ ،‬د الریون والو په وینا‪ ،‬چې‪ :‬ټول غیر مسؤل وسله وال د ملي شورا د غړیو‬
‫له لوري حمایه کیږي او د هغوی کسان دي‪.‬‬

‫الریون د غرمې ‪ ۱۱‬بجو باندې ښه ګرم شو او د پارلمان تر ودانۍ ورسېده‪ .‬په هماغه وخت کې څو تنو د ملي شورا په ساتونکو د ډبرو‬
‫وارونه وکړل‪ .‬زه او ګلستان چې په لومړۍ کرښه کې وو‪ .‬څلور تنه مو په نښه کړل‪ .‬کله چې خبره نوره هم ګرمه شوه هغوی په امنیتي‬
‫ځواکونو برید وکړ او ماشینې یې ترې واخیستې‪ .‬ما خپلو ملګرو او ګلستان ته اشاره وکړه‪ .‬دواړه کسان مو د الریونوالو له منځه شا ته په سر‬
‫ووهل او جنرال چې ایمبوالنس یې تیار درولی و‪ ،‬چپرکټ مو ترې را واخیسته او څلور واړه مو ایمبوالنس ته پورته کړل‪ .‬په دې سره د‬
‫الریون بڼه بیرته سوله ییزه شوه؛ خو امنیتي ځواکونو له اصلي حقیقته په ناخبرۍ سره په خلکو اوښکې بهونکی ګاز استعمال کړ او الریونوال‬
‫یې سره وشیندل‪.‬‬

‫دې الریون دومره ګټه وکړه‪ ،‬چې د ملي شورا مشرانو په حکومت او امنیتي ادارو د غیرمسؤلو وسله والو پرخالف د اقدام کولو غږ وکړ‬
‫او مونږ هم ‪ ۴‬تنه ورانکاري ونیول‪.‬‬

‫جنرال ایمبوالنس تر مرکزه ورساوه‪ ،‬ژر‪ ،‬ژر یې اشارې او ټولې هغه ټاپې چې د جنرال له موټره یې ایمبوالنس جوړ کړی و‪ ،‬لیرې کړې‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫مونږ هم ور ورسېدو‪ .‬له مخونو مو تور ماسکونه تاو کړل‪ .‬جنرال له ‪ ۴‬کسانو او ما د پاړه چنار له ‪ ۳‬تنو پوښتنې پیل کړې‪ .‬بیا مو ټولو ته‬
‫خولې ور وتړلې او کله چې یو بل سره مخامخ شول؛ څیرو کې یې فرق راغی‪ .‬ما جنرال ته سترګه ووهله‪ ،‬هغه پوه شو‪ ،‬چې ‪ ۷‬واړه په خپلو‬
‫کې سره پېژني‪.‬‬

‫ما ‪ ۷‬واړه مخاطب کړل‪ .‬ومې ویل‪ :‬تاسو زمونږ څو ملګري راشهیدان کړل‪ .‬لسګونه ملکیان مو له دې دنیا تېر کړي‪ ،‬د بې وسو خلکو په‬
‫بې ناموسه کولو پسې را وتلي یاست‪ ،‬هر ځای غالوې‪ ،‬ترور او اختطافونه کوئ‪ .‬زه یې د ولې پوښتنه نه کوم؛ مګر په دوو تورو کې را ته‬
‫ووایئ‪ ،‬چې دا ټول څوک کوي او مشر مو څوک دی؟‬

‫هغوی د نورو په څیر چوپ وو؛ خو چې کله مې شاوخوا پطرول ورته وشیندل او اورلګیت مې را واخیسته‪ .‬نو ټول وترهېدل‪ .‬تر څو مو‬
‫چې اورلګیت بلولو؛ نو دوو تنو یې په پښو ترپکې شروع کړې‪ .‬بیا ‪ ۳‬نور هم حال ویلو ته رضا شول او پاتې ‪ ۲‬تنه مې ځانګړې خونې ته له‬
‫جنرال او ګلستان سره یوځای ولېږل‪ .‬ومې ویل‪ :‬همدوی یې خاص کسان دي‪ ،‬چې تر اوسه حال نه وایي‪.‬‬

‫کابل کې زمونږ مرکز په خام او کچه کور کې و‪ ،‬چې د صابون جوړونې فابریکه مو پکې جوړه کړې وه او له زیرزمینې الندې مو بیا‬
‫مجرمان په همدغه صابون مینځل‪.‬‬

‫په بله ورځ سهار وختي د ملي شورا په ‪ ۴۰۰‬متري کې د څلور الرې په منځ کې ‪ ۵‬تنه په ستنو پورې کلک کلک تړل شوي وو او له سینو‬
‫یې کوچني ریموټ کنټرول بمونه تاو وو‪ .‬چې تر جامو الندې و‪ .‬لیرې په یوې تورې پردې د هغوی د وحشتونو او په پروني الریون کې د بې‬
‫نظمي او برید کولو د هڅې ویډیو چاالنې وې‪ .‬دا ټول په دریو موټرونو کې د جنرال‪ ،‬زمان کاکا‪ ،‬ګلستان او زما له لوري ترسره کېدل‪.‬‬

‫خلک حیران و‪ ،‬چې دا کار به چا کړی وي‪ ،‬امنیتي ځواکونه راورسېدل‪ .‬جنرال ویل‪ :‬باید له سیمې ووځو‪ .‬خو زمان کاکا ویل‪ :‬بې غمه‬
‫اوسئ؛ مونږ نشي ګیر کولی‪ .‬بیا یې خپل موبایل کې یوه بټنه ووهله او د موبایل پر مخ د اډیو (غږیزې) څپې لیکې روانې شوې‪ .‬لیرې په یو‬
‫الودسپېکر کې په عجیبه غږ وویل شول‪ :‬دا ‪ ۵‬تنه د دې هېواد ورانونکي‪ ،‬د بې ګناه وګړیو قاتالن‪ ،‬د ماشومانو وژونکي‪ ،‬د انجونو عزت ته‬
‫الس اچونکي او خاین وګړي دي‪ ،‬چې تر شا ان د چارواکو مالتړ لري‪ .‬د دوی د کارنامو ویډیو مو خپل وکتله اوس تاسې پوه شه او دوی‪،‬‬
‫چې ستاسې عدالت کې قاتل‪ ،‬خاین او د معصومو پېغلو عزت خرڅونکی څه سزا لري تاسې یې ورکولی شئ او که تاسې ور ته څه نه وایئ؛‬
‫نو د دوی په سینو نصب بمونه به دوی د مرګ په خوب ویده کړي‪. .‬‬

‫له دې غږ سره په خلکو کې قراري شوه؛ خو امنیتي ځواکونه په یو او بل لوري خپاره شول‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬د امنیتي ځواکونو له ویرې څوک هم نشي ورلنډېدلی‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬زه یقیني یم‪ ،‬چې دا خلک به نن خپل قاتالن په وینو ‪ ...‬ما خپله خبره نه وه پوره کړې‪ ،‬چې له څو ځایه د هللا اکبر نارې شوې او‬
‫په تړل شویو کسانو د خلکو هجوم شو‪ .‬له هر لوري پرې ګوزارونه وشول‪ .‬او ‪ ۳‬ساعت وروسته یو هم روغ نه و پاتې‪ .‬البته د امنیتي‬
‫ځواکونو د خبرداري او وارننګ په ډزو ملکي خلک هم له مجرمانو لیرې شول‪ .‬امنیتي ځواکونو هغوی په خپلو موټرو کې کېنول او د خلکو‬
‫ګڼه ګوڼه پای ته ورسېده‪.‬‬

‫د ماښام په خبري سرویسونو کې د هرې راډیو او ټلویزیون له پردې همدا خبر و‪ .‬خلکو ویل‪ :‬دا کار که هر چا کړی وي؛ دوی یې منندوی‬
‫دي؛ ځکه د خپلو اوالدونو قاتل یې په الس ورکړی دی‪.‬‬

‫له بیرته راتګ وروسته جنرال وویل‪ :‬ښه مو ونکړل‪ ،‬چې د مجرمینو ویډیو مو خلکو ته ښکار کړې‪ .‬له دې وروسته به هغوی د جرمونو‬
‫ویډیو نه کوي او د ثبوت په نشتون کې به مونږ هیڅ هم ونکړو‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬بېغمه اوسه جنرال صیب په ډیر کم وخت کې به د هغوی اصلي ځای ځایګی راپیدا کړم‪ .‬که د نویو ویډیوګانو د نه ترالسه کېدو‬
‫اندېښنه شته‪ ،‬نو د زړو ویډیوګانو خوشحالي هم لرو‪ .‬هغه به زمان کاکا په غور سره وڅیړي‪ .‬کوم یو درک خو به ترې ولګوو‪.‬‬

‫په بله ورځ له جنرال سره ننګرهار ته راغلم‪ .‬د جنرال له میرمنې سره مې ولیدل‪ ،‬بیا پوهنتون ته ورچکر شوم‪ .‬د دریم کال دوهم سمستر‬
‫پیل شوی و‪ .‬د پوهنتون له رخصتي وروسته د ماماګانو او پخوانیو ملګرو په لوري الړم‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دری ورځې وروسته د زمان کاکا زنګ راغی‪ .‬هغه وویل‪ :‬د جنرال صب کره ورشه‪ ،‬د ویډیوګانو ټول تفصیالت او څیړل شوي اسناد مې‬
‫درولېږل‪ .‬د جنرال کره الړم او د اسنادو څېړل مې پیل کړل‪ .‬ګلستان هم موجود و‪ .‬د هغه د خور دعا مې ورته وکړه او بیا مو د زمان کاکا را‬
‫سپارل شوي شواهد له نظره تیر کړل‪.‬‬

‫له ګلستان او جنرال سره کابل ته روان شوم‪ ،‬ماخوستن ناوخته مو دواړه مجرمان د پلټنو په خونه کې مخامخ کېښنول‪ .‬دوه میخونه او دوه‬
‫پالسونه مې راوړل‪ .‬میخونه مو د دواړو کسانو په ولچک شویو السونو کېښودل او د څټک ورو ټک مو ورکړ‪ .‬له مجرمانو چیغې پورته‬
‫شوې‪ .‬بل ټک مو ورکړ‪ ،‬بیا چیغې پورته شوې‪ .‬له دریم ټک وړاندې مې ګلستان ته سترګه ووهله‪ .‬څټکونه مو له اول نه ډیر تېز اوچت کړل‬
‫او په ډیرې تېزۍ سره مو په اوسپنیز میز راګوزار کړل‪ .‬مګر وارونه له قصده خطایي وو؛ د دوهم ځل له پاره مو چې څټکونه پورته کول‬
‫دواړو د حال ویلو غږونه وکړل‪.‬‬

‫جنرال هم له خونې بهر په شیشه کې راکتل‪.‬‬

‫هغوی کېسه پیل کړه‪ .‬ویل یې‪ :‬مونږ په میرام شاه او بدخشان کې روزل کیږو‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬نو ځکه ستاسې په هر مرکز کې ‪ +۷۰‬لیکل شوي و‪.‬‬

‫ــ هو‪ .‬مونږ د روزنې ‪ ۱۴‬مرکزونه لرو‪ ،‬چې د افغانستان او پښتونخوا په ‪ ۷‬سیمو کې دي‪ .‬له هغوی ‪ ۱۴‬ځایونو تاسې ‪ ۲‬وران کړي‪.‬‬

‫ــ چیرته‪ ،‬چیرته؟‬

‫ــ میرام شاه او تخار کې‪.‬‬

‫ــ او پاتې نور چیرته دي‪.‬‬

‫ــ چترال‪ ،‬باجوړ‪ ،‬مالکنډ‪ ،‬وزیرستان‪ ،‬بنو او ژوب کې‪ .‬د افغانستان مرکزونه په بدخشان‪ ،‬تخار‪ ،‬پنجشیر‪ ،‬نورستان‪ ،‬لغمان‪ ،‬ننګرهار او‬
‫خوست کې جوړ شوي‪.‬‬

‫ــ په هر مرکز کې ‪ ۷‬تنه روزل کیږي‪ ،‬چې د ‪ ۱۴‬واړو مرکزونو کسان‪ ۹۸‬تنه دي‪ .‬دوی هر تن په خپلو سیمو کې فعالیت کوي او د‬
‫میاشتني راپور له پاره د کابل او پېښور په مرکزونو کې راټولیږي‪.‬‬

‫ــ راپورونه مو څنګه وي؟‬

‫ــ دا چې هر تن څه کارونه کړي‪.‬‬

‫ــ یعنې څومره اختطافونه‪ ،‬وژنې‪ ،‬د نشه یي توکو کاروبار‪ ،‬ترور‪ ،‬د پېغلو انجونو خرڅول او‪...‬‬

‫په ځوړند سر یې وویل‪ :‬هو؛ خو مونږ دا نه کوو‪.‬‬

‫ــ ولې تاسې مالیکې یئ؟‬

‫ــ نه؛ خو مونږ د خپلو ‪ ۷‬ملګرو مشران یو او هره اونۍ له خپلو ‪ ۷‬تنو راپور اخلو‪ ،‬چې بېا یې مشرانو تهسپارو‪.‬‬

‫ــ ستاسې مشران څوک دي؟‬

‫ــ مونږ ته نه دي معلوم‪.‬‬

‫دواړو کسانو ته مو غبرګ دوه سوکونه په مخ ورکړل‪ .‬ومو ویل‪ :‬لږ وړاندې تاسې د خپلو مشرانو یادونه وکړه او اوس وایئ‪ ،‬چې‪ :‬نه دي‬
‫رامعلوم‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫په ټیټو سرونو یې وویل‪ :‬زمونږ مشران عادي خلک نه دي‪ ،‬چې په اسانی سړی ور ورسیږي‪ .‬ټول برحاله پوځي قوماندانان‪ ،‬د غیر مسؤل‬
‫وسله والو قوماندانان‪ ،‬دولتي چارواکي او ځایي زورواکي دي؛ خو اصلي مشران بیا نور دي‪.‬‬

‫ــ هغوی څوک دي‪.‬‬

‫ــ معلوم نه دي‪.‬‬

‫مونږ بیا سوک ته تابیا نیوله‪ ،‬چې یو یې وویل‪ :‬هغوی یوازې د ټریننګ پر مهال مونږ لیدلي‪ ،‬مونږ سره نه ګوري‪ ،‬زمونږ له مشرانو سره‬
‫ګوري‪.‬‬

‫ــ چې د ټریننګ پر مهال مو ولیدل؛ څنګه څهرې یې وې‪ ،‬څوک مو پکې پېژندل که نه؟‬

‫ــ یو هم د پېژندلو وړ نه و‪ ۷ .‬تنه و؛ خو وروسته زمونږ یو ملګري قوماندان ویل‪ ،‬چې دوی کې دوه پنجابی‪،‬دوه چنایي‪،‬بالیرانی‪،‬شپږم‬
‫افغان او وروستی د تاجکستان دی‪.‬‬

‫ــ ګلستان ته مې مخ کړ‪ :‬نو ځکه د دوی په هر مرکز‪ ،‬هرې ورانکارۍ او وحشت کې ‪ ۷‬شمېره وي‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬بالکل‪.‬‬

‫بیا مې مجرمانو ته مخ کړ‪ :‬ستاسې په مشرانو کې څوک پېژنې‪.‬‬

‫ویې ویل‪ :‬څوک هم نه؟‬

‫غبرګ سوکونه مې ورکړل او په پېښور کې د پولیس له بریف کېسه د موندلي قوماندان‪ ،‬د قوماندان ګیالن‪ ،‬شاهي شاه او ‪ ۳‬نورو کسانو‬
‫انځورونه مې ورښکاره کړل‪.‬‬

‫دواړو چې خولو کې یې وینې وې‪ .‬ویې ویل‪ :‬دا یو تن شاهي شاه دی‪ ،‬بل قوماندان ګیالن‪ ،‬چې یو پنجابی او بل افغانی دی‪.‬‬

‫ــ خو دوی دواړه پښتو وایي‪.‬‬

‫ــ هو پښتو خو زمونږ د ټولو کارکوونکو زده ده‪.‬‬

‫ــ صحي شو؛ مګر پاتې کسان راښیه‪ ،‬چې څوک‪ ،‬څوک دي؟‬

‫ــ هر یو وویل‪ :‬نه یې پېژنم‪.‬‬

‫ــ له دې وروسته مو دواړو کسانو نه ډیرې نورې پوښتنې هم وکړې‪ ،‬چې شاهي شاه او قوماندان ګیالن چیرته پیدا کیږي؛ چې تر ډیره‬
‫پکېاصلهدف ترالسه شو‪ .‬د پلټنې له خونې را ووتلو‪ .‬جنرال وویل‪ :‬ژر تر ژره باید د شاهي شاه او قوماندان ګیالن ادرسونه پیدا کړو‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬سمه ده‪.‬‬

‫په یوې اونۍ کې مو په ‪ ۱۴‬واړو سیمو کې د تبلیغیانو‪ ،‬سوداګرو‪ ،‬ښوونکو‪ ،‬کاریګرو‪ ،‬سوالګرو‪ ،‬موټر چلونکو او‪ ...‬جامو کې خپل ملګري‬
‫ځای پر ځای کړل‪ .‬څار پیل شو‪ ،‬په هر ځای کې د ‪ ۷‬ګروپ د غړیو نیول پیل شول؛ خو د ‪ ۲‬میاشتو په تېرېدلو سره هم د قوماندان ګیالن او‬
‫شاهي شاه پته و نه لګېده‪.‬‬

‫یوه ورځ خبر خپور شو‪ ،‬چې امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې مشهور زورواکی او قاتل ګیالن وواژه؛ خو کومې رسنۍ او امنیتي ارګان د‬
‫هغه د جسد انځور خپور نکړ‪.‬‬

‫زړه مې شک واخیسته‪ ،‬چې ضرور کومه لوبه ده‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫په همغه ورځ شاهي شاه په ژوب کې ونیول شو‪ .‬په دوو ورځو کې زما په مخکې حاضر و‪ ،‬د موبایل له الرې یې د یو شمېر ملګرو نمبرې‬
‫پیدا او ځایونه کشف شول‪ .‬په یوې اونۍ کې د ‪ ۷‬او ‪ ۷۰‬جنایي ګروپ ټول غړي او قوماندانان ونیول شول‪ .‬د ‪ ۶‬مشرانو له ډلې یې ‪ ۵‬ووژل‬
‫شول او ‪ ۱۴‬نور والیتي او ساحوي مشران مو هم د تل له پاره له دې نړۍ رخصت کړل‪ .‬کشران مو له ثبوتونو سره دولت ته وسپارل‪ ،‬چې‬
‫ځینې یې له ازادېدلو سره سم ووژل شول‪ ،‬د ټولو کسانو له کورني ژوند او حالت نه مو ځان خبر کړ‪ .‬یو څو تنه چې سخت غریب و او بې‬
‫وزل ه کورنۍ ور له غاړې وې‪ ،‬په دې شرط مو وبښل چې بیا د غربت د ختمولو له پاره جنایتونه ترسره نه کړي‪.‬‬

‫د سیکریت ګارډ ټیم غړي څو میاشتې ارام ژوند تیر کړ‪ .‬خو د قوماندان ګیالن ورکې ال هم کېسه پوره نه وه ختمه کړې‪.‬‬

‫د اکتوبر میاشت په لومړۍ ورځ خاله زنګ را وواهه‪ ،‬ویې ویل‪ :‬یوه میاشت دې ویلي و اوس له ‪ ۲‬هم خبره واوښته‪ .‬ما وویل‪ :‬په ‪ ۲‬ورځو‬
‫کې د دریو ورځو تیرولو په خاطر درځم‪.‬‬

‫پېښور ته الړم‪ .‬دوه ورځې تېرې شوې‪ ،‬چې د کابل په دولتي روغتون کې د ګلستان په میرمن باندې د برید خبر راورسېده؛ خو له نیکه‬
‫مرغه چې برید کې هغې ته ز یان نه و رسېدلی او یا د بریدګرو اصلي هدف د هغې وژل نه و؛ بلکې ګلستان ویرول و‪ ،‬چې له خپلې دندې‬
‫الس په سر شي او یا زمونږ اصلي ځای ور وښایي‪.‬‬

‫په همدغو دوو ورځو کې مې خپل پالر‪ ،‬نیږدې خپلوان‪ ،‬دوستان او پخواني ټولګیوال ولیدل؛ خو د سدرا درک نه لګېده‪ ،‬چا هم حال نه وایه‪،‬‬
‫چې هغه چیرې او څه پرې شوی؟‬

‫په بله ورځ ترور را ته وویل‪ :‬د هغې د کوژدن خبرې روانې دي‪ ،‬ځکه مې زنګ درته وواهه‪.‬‬

‫زړه مې ولوېده‪ .‬ډوبې ساګانې مې له خولې ووتې‪ .‬مخ مې خاله ته واړاوه‪ :‬خاله تا چې څه وویل دا رښتیا دي؟‬

‫ویې ویل‪ :‬ما درته ویلي و‪ ،‬چې سدرا دې په تګ خبره کړه‪ ،‬تا دا ځل هم د تیر وارې غلطي تکرار کړه؛ هغه و‪ ،‬چې زړه ماتې شوه او په تا‬
‫یې باور ختم شو‪ ،‬اوس یې له کوم خپلوان سره کوژدن کیږي او خبرې یې روانې دي‪.‬‬

‫د ګلستان په میرمن شوی برید رایاد شو‪ ،‬په شونډو مې مصنوعي خندا خپره کړه‪ :‬دا خو ډیره ښه شوه؛ هغه به له ښه ژوند برخمنه شي؛‬
‫زما ژوند خو درته معلوم دی خاله‪ ،‬چې زه چا ته خوشحالي نشم ورکولی او د ګډ ژوند تیرولو چل نه راځي‪.‬‬

‫خاله وویل‪ :‬خو ته ژاړې ولې؟‬

‫ــ زه نه ژاړم؛ مګر د سدرا په مینه شکي شوم‪ ،‬زه د ‪ ۲‬میاشتو له پاره څه ترې لیرې شوم‪ ،‬چې په ما یې باور ختم شو‪.‬‬

‫ما ال خپلې خبرې نه وې خالصې کړې‪ ،‬چې شا ته مې ګړز شو‪ .‬ور و مې وکتل‪ ،‬سدرا وه‪ ،‬چې دروازه یې په تېزۍ بنده کړه او خپل کور‬
‫ته الړه‪.‬‬

‫ما غږ پسې وکړ ؛ خو ژر چوپ شوم‪ ،‬چې د هغوی کور کې یې څوک وا نه وري؛ اخیر پښتو ده‪ ،‬د پښتنو په قانون کې یوې پردۍ انجلۍ‬
‫پسې غږ کول د ځان وژلو سره برابر دي‪.‬‬

‫د خاله کره بې سکونه ګرځېدلم‪ .‬په خپلې وروستۍ خبرې افسوس راته‪ ،‬چې د خاله مشرې لور یو خط راوړ‪.‬‬

‫وروستی دید دې رانه وکه‬

‫نور دې خوا نه ځم نازکه‬

‫په سپین کاغذ یې یوازې همدا کاکړۍ ته ورته یو بیت لیکلی و‪ .‬خاله کور ته پسې ورغله او ‪ ۱۰‬دقیقې وروسته چې راغله‪ ،‬نو کړه یې‪:‬‬
‫سیلۍ ټکر کړی‪ ،‬لیډي ریډنګ هسپتال کې ده‪ .‬سر مې وڅنډه او په یوه منډه تر هسپتاله الړم؛ د هسپتال له دروازې تر عاجلې خونې په یوې‬
‫منډې وم‪ .‬د خلکو سترګې را کې خښې وې؛ خو زما سترګې یوازې په سدرا پسې یوې او بلې خوا ته اوښتې‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫هغه مې په ایمرجنسي واټ کې وموندله‪ ،‬چې سر‪ ،‬چپه پښه او الس یې پټۍ شوي و‪ .‬ورنیږدې شوم‪ .‬خو د کور غړي یې شاوخوا وو‪ ،‬یو‬
‫ډاکټر هغوی له خونې بهر کړل‪ ،‬له اوږ ده ځنډ وروسته د موقع په پیدا کولو سره د سدرا مخې ته ودرېدم‪ :‬سیلۍ دا څه لیونتوب و؟‬

‫هغې وویل‪ :‬زه په رښتیا ستا له پاره سیلۍ یم او که سدرو‪...‬؟‬

‫ومې ویل‪ :‬وې؛ مګر اوس ‪...‬‬

‫ــ اوس څه‪ ...‬ولې اوس نه یم؟‬

‫ــ اوس ته پردی امانت جوړېدونکی یې‪.‬‬

‫ــ خو پردی امانت ال نه یم جوړه شوې او نه به جوړه شم‪ .‬زهر خورم؛ مګر دا کار نه کوم‪.‬‬

‫ــ غوسه راغله؛ خو د هغې لیونۍ مینې ماتې ته اړ کړم‪ .‬ومې ویل‪ :‬سدرو زما زړه کلک شوی‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬نه‪.‬‬

‫ــ ستا د مینې قابل نه یم پاتې‪.‬‬

‫ــ بالکل پاتې یې‪.‬‬

‫ــ ژوند یوازې په انتظار نه تیریږي‪ ،‬زما ال سونه په وینو سره شوي‪ ،‬زه اوس یوازې د خپلې مور نه؛ بلکې د لسګونو بورو مېندوغچ پسې‬
‫وتلی یم؛ ما مه مجبوروه؛ ته له بلچاسرهوادهوکړه؛ خوشحاله به دې وساتي‪.‬‬

‫په سرو غضبناکو سترګو یې را وکتل‪ :‬اوستا په شان مېنه به هم راسره وکړي؟‬

‫چوپ شوم او په چټکو ګامونو ترې روان شوم‪....‬‬

‫په هسپتال کې وم‪ ،‬چې خاله مې راغله تر شا یې مالله هم وه‪ .‬هغې چې ولیدم مخ یې را نه وګرځاوه‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬ماللې!‬

‫هغه هماغسې روانه وه‪.‬‬

‫ماښام ناوخته یې سدرا له هسپتال نه کور ته راوسته‪ .‬هغې د خپل ورور موټر ښار ته بیولی و‪ .‬کور کې یې ویلی و‪ ،‬چې د کومې ښوونکې‬
‫کره ورځي؛ مګر یوازې خاله‪ ،‬زه او مالله له حقیقته خبر وو‪ ،‬چې هغې په سخت ډپریشن کې موټر ټکر کړی و‪.‬‬

‫د سدرو کوژدن ځنډېدلې وه‪ ،‬مګر زه خبر نه وم‪.‬په پېښور کې مې اونۍ پوره شوې وه‪ .‬سدرا لږه‪ ،‬ډیرهښه شوې وه‪ .‬په بله ورځ خاله راته‬
‫وویل‪ :‬کوژدن کوې؟‬

‫ما وویل‪ :‬له چا سره؟ سدرو خو مې له ژوند الړه‪.‬‬

‫ویې ویل‪ :‬چا ویل‪ ،‬چې ستا له ژونده سیلۍ تللې‪.‬‬

‫ــ ولې د هغې کوژدن کېدونکې نه ده؟‬

‫ــ کېدونکې وه؛ مګر هغې انکار وکړ‪.‬‬

‫ــ خو هغه به رضا نشي‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ رضا کېږي‪ ،‬ولې به نه رضا کیږي‪ ،‬له تا سره یې مینه ده‪ ،‬خو کاش پر هغې د باور د ختمېدو خبره دې نه وای کړې‪ .‬د هغې په کوژدن‬
‫کېدلو دې هم خوښي وښودله‪ ،‬سیلۍ فکر وکړ‪ ،‬چې ته له زړه وایې؛ مګر مخ دې ما لیده‪ ،‬چې اوښکې ترې تللې‪.‬‬

‫ــ څه وکړم خاله‪ ،‬ما باید د هغې له پاره داسې کړي وای‪ .‬زمونږ د ملګري ګلستان کورنۍ هر ځل څارل کیږي‪ ،‬ځورول یې روان دي او‬
‫ډارېږم خدای مه کړهډ سبا زما په سر له سدرو سره کوم بد څه پېښ نشي‪.‬‬

‫ــ خدای دې نه کړي‪.‬‬

‫بیا یې زیاته کړه‪ :‬نن به د سیلۍ الس وغواړم‪.‬‬

‫ما سر ښکته کړ‪.‬‬

‫خاله وویل‪ :‬مشهوره خبره ده‪« ،‬چې مېنه کوې‪ ،‬ډار به نه کوې»‪.‬‬

‫ما وخندل‪ :‬چې څنګه تا ته منظوره وي خاله‪.‬‬

‫ــ هغه اوچته شوه او خپله چادري یې راواخیسته‪ .‬لومړی د میس حمیده او بیا د شمایلې کره الړه‪ ،‬هغوی یې له ځانه سره کړې او د سدرا‬
‫دوی کره الړې‪.‬‬

‫ــ تر غرمې پورې هلته وې‪ .‬زما زړه تر خولې راغلی و‪ .‬پالر ته مې هم د کوژدن کولو خبر ورکړ‪ .‬هغه لومړی خفه شو‪ ،‬چې ولې دې ما‬
‫ته نه دي ویلي؛ ما به د سدرا له پالر سره خبره کړې وه؛ خو ما وویل‪ :‬ګران اغا فاطمه خاله ورغلې‪ ،‬د سدرا کورنۍ د هغې ډیر احترام کوي‪.‬‬
‫د ټولو اوالدونو ښوونکې یې پاتې شوې‪ .‬راشه درشه سره لري‪ ،‬غم ښادي ورسره کوي او د سدرا د مور راز او نیاز ورسره شته‪.‬‬

‫پالر جان مې بیرته رضا شو‪.‬‬

‫غرمه ناوخته خاله غم نیولې څهره راغله‪ .‬زړه مې ولوېده‪ ،‬د پوښتنې زړه مې نشوای کولی‪ ،‬چې تر شا یې شمایلې خور سترګه را ته ووهله‬
‫او د خاله هغه پالن یې دړې وړې کړ‪ ،‬چې زما ځورولو ته یې جوړ کړی و‪.‬‬

‫ما وموسل‪.‬‬

‫خاله شا ته وکتل‪ ،‬چې د شمایلې اشارې یې وکتلې؛ نو په غوسه شوه؛ یو خو د شمایلې دا زړه!!! هیڅ پکې نه ټینګیږي‪.‬‬

‫بیا ما ته راغله‪ .‬السونه یې را نه تاو کړل‪ .‬په تندي یې ښکل کړم او په غوږ کې یې را ته وویل‪ :‬له کوژدن وروسته له سدرا سره ډیر مه‬
‫مخ کېږه؛ خواره ډیره بې زړه ده‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬څه څه؟ بې زړه‪ .‬ډارېږم خاله‪ ،‬چې دا لومړنۍ اینګور دې‪.‬‬

‫خاله وویل‪ :‬څه؟‬

‫ما ځواب ورکړ‪ :‬خاله اینګور مې وویل‪ .‬ولې ته زما مور نه یې؟‬

‫په سترګو کې یې اوښکې راښکاره شوې‪ :‬ولې نه‪.‬‬

‫بیا مې خپله خبره پوره کړه‪ :‬خاله ویره لرم‪ ،‬چې دا ظالمه اینګور دې ژوند در تریخ نکړي؛ ته وګوره که نه ما ته یې د یقین راکولو له پاره‬
‫موټر ټکر کړ‪.‬‬

‫هغې وخندل‪ :‬خیر په مینه او جنګ کې هر څه مناسب (روا) دي‪ )everytings is fair in love and war ( .‬خو هغې دا کار قصدا نه و‪،‬‬
‫کړی!‬

‫خاله ته مې وویل‪ :‬خاله!‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ قربان!‬

‫ــ سدرو موټر چلول له کله نه زده کړي‪.‬‬

‫ــ د هغې ورور په سوات کې د ماین چاودنې له امله زخمي شو؛ نو له هغې ورځې یې سدرا ته موټر چلول ورښودلي دي‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬سبحان هللا! زما ژوند به ډیر سخت شي له دې انجلۍ سره‪ .‬روغه جوړه بال ده‪.‬‬

‫خاله وخندل‪ .‬پردېس ته یې هم زنګ وهلی و‪ ،‬هغه‪ ،‬عادل د میس شمایلې مور‪ ،‬نصیر‪ ،‬حماد‪ ،‬سلیم‪ ،‬ډله ټولګیوال‪ ،‬ښوونکي‪ ،‬مالله او پالر‬
‫جان مې هم تر مازدیګر پورې راورسېدل‪ .‬په سبا سهار جنرال له خپلې لور او میرمنې سره راغلل‪ ۹ .‬بجې د کوژدن یو وړوکی پروګرام‬
‫زمونږ په پخواني کور کې جوړ شو‪.‬‬

‫سټېج تیار و‪ .‬لومړی سدرا ما ته او بیا ما هغې ته ګوتمه په ګوته کړې‪ .‬په ګلونو پوښل شوي انګړ کې چیغې پورته شوې‪ .‬انجونې یو لور ته‬
‫او هلکان بل لور ته په اتڼ او سندرو شول‪.‬‬

‫ماللې سدرا له السه ونیوله او د انجونو منځ ته یې بوتله‪.‬‬

‫زما ټولګیوال هم سټېج ته را وختل او مایک یې راته ونیو‪.‬‬

‫ما ورو وویل‪ :‬ګران اغا‪ ،‬جنرال صیب‪ ،‬عایشه ترور او خاله که تاسې سټېج ته د راتللو زحمت وباسئ‪.‬‬

‫هغوی راغلل‪ .‬په مخونو یې مسکا وه‪ .‬د ټولو توجو مې وغوښته‪ .‬ورو مې وویل‪ :‬نیکمرغه یم‪ ،‬چې دوه دوه میندې او پلرونه لرم‪.‬‬

‫ټولو وخندل‪.‬‬

‫ما زیاته کړه‪ :‬زما مور له نن نه ‪ ۵‬کاله وړاندې مړه شوه‪.‬‬

‫خاله مې برګ را وکتل‪ ،‬چې ولې مې مړه وویل‪.‬‬

‫ما سر په قراره ښکته او پورته کړ‪ .‬بیا مې زیاته کړه‪ :‬د مور مړینې سخت وځپلم؛ خو د کشر ورور عادل له پاره مې ژوند وکړ‪ .‬له موره‬
‫په نشتون ک ې را ته خپلې خاله د مور مینه راکړه او کله چې وطن ته الړم جنرال صیب او میرمن یې چې زه له مینې د خپلې مور نوم (عایشه‬
‫ترور) ورته اخلم‪ .‬د مور او پالر مینه راکړه‪ .‬نن یو ارمان راشي‪ ،‬چې کاش رب تعالی زما مور ته د دې کوژدن د لیدلو مهلت ورکړی وی‪.‬‬
‫بیا مې خپل پالر ته الس ونیو‪ .‬زما پالر چې ښایي تاسې ډیرو نه وي لیدلی‪ .‬تل یې زه په زړه کې پاتې شوی یم؛ مګر زه ترې هر وخت لرې‬
‫تللی یم‪ ،‬نو ځکه خو ترې بښنه غواړم‪.‬‬

‫د پالر سترګې مې اوښکې شوې‪ .‬یو دم یې کلکه غاړه راکړه او بیا تر هغو یو بل پسې نښتي و‪ ،‬چې خاله مې په شا الس راته کېښود‪.‬‬

‫جنرال او میرمن یې له سټېجه ښکته شوي وو‪.‬‬

‫ټولګیوالو مې د موسیقي سامان راوړ؛ خو ما بښنه وغوښته‪ .‬ویل مې‪ :‬پالر مې تر خوا دی‪.‬‬

‫هغوی بې شرمه زما پالر ته راغلل او اجازه یې ترې واخیسته‪ .‬له سټېجه لیرې د انجونو په منځ کې ناستې سدرو ته مې وکتل او دا سندره‬
‫مې پیل کړه‪:‬‬

‫سدرو ماللې وورو‬

‫ورو ږده قدمونه‬

‫تاله دې کړل د دې باغچې ګلونه‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫هی سدرو‬

‫سدرو څو ځله سترګې مړې را اوچتې کړې؛ خو بیا به یې ژر ښکته وکتل‪ .‬د انجونو له مخې یې ما ته د نېغ را کتلو جرأت نشو کولی؛حیا‬
‫نیولې څهره یې وه او ډېره ښکلې ښکارېده‪ .‬خوشحال بابا څه ښه ویلي‪:‬‬

‫په دردمنو کې نن زه یم بې ماننده‬

‫په دلبرو کې نن ته یې بې مثاله!‬

‫د کوژدن مراسم ختم شول‪ .‬په یوه ګوښه کې مې له سدرا سره خبرې کولې؛ خو څنګه چې یوه ډله انجونو ولیدو؛ نو را پسې راغلې؛ ویې‬
‫ویل‪ :‬لږ انتظار زده کړه؛ دومره تېزي هم ښه نه وي‪.‬‬

‫ومې ویل‪:‬‬

‫هغه تېر شول چې مې مینه په غال‪ ،‬غال کړه‬


‫اوس په درست جهان رسوا ده په غال نه ده‬

‫ــ اوهو شاعري ته وګوره‪ ،‬مینه او هغه هم د ټولو له مخې‪.‬‬

‫کړه مې‪ :‬اوس خو مې د حاللو دې غال ته پرېږدئ‪ ،‬نوره نو سدرو له تاسو زیاته زما ده؛ منئ که نه؟‬

‫ــ هو؛ خو ټوله نه!‬

‫ــ ټوله نه؛ د دې یې ال څه مطلب شو؟‬

‫ــ هیڅ؛ بس دومره چېزمونږ له سیلۍ نه به اوس ډیر لرې ګرځې؛ پښتو ده‪ ،‬شرم نه پېژنې!‬

‫ــ شرم؛ بیا خو سمه ده؛ د سدرا السونه مې له خپلې غاړې تاو کړل‪.‬‬

‫ټولو را غږ کړل‪ :‬ښوونځي کې خو به دې له انجونو د لرې ګرځېدو فلسفې غږولې او اوس د پښتو پښتۍ (ټول حدونه) ماتوې!توبه خدایه توبه!‬

‫ما وویل‪ :‬انجونې مې ښودلې؛ سدرونه!‬

‫انجونو په لوړ اواز وخندل او روانې شوې؛ خو سدرا لږ څه شرم اخیستې وه‪.‬‬

‫په غوسه یې وویل‪ :‬څه بې شرمه درنه جوړ شوی دی‪ .‬روانه شوه؛ خو ما یې الس ونیو‪ .‬ځان ته مې رالنډه کړه؛ خوله مې غوږ ته‬
‫ورنیږ دې کړه‪ .‬هغې سر کوږ کړ‪ .‬وجود یې لمبې اخیستی و‪ .‬ورو مې ورته وویل‪ :‬اوس خو به له دې بې شرم سره ټول ژوند تېروې‪.‬‬

‫له کوژدن وروسته بیرته افغانستان ته وګرځېدم‪ .‬یوه میاشت مې پوهنتون ته مسلسل تګ راتګ وکړ‪ .‬د پنجشنبې په شپې به عملیات و او د‬
‫شنبې په سهار به پوهنتون کې حاضر وم‪ .‬دوه میاشتې تیرې شوې‪ ،‬چې خاله ته مې د واده کولو وویل‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬ډیر ژر نشو؟‬

‫کړه مې‪ :‬خاله له دې وروسته ډیر سخت مصروفیږم‪ .‬کارونه مې ډیریږي‪ .‬هر څنګه چې وي‪ .‬په دوو اونیو کې د سدرا مور واده منلو ته‬
‫رضا کړه‪.‬‬

‫زه په بل سهار هند ته الړم‪ .‬جنرال او مشر ماما مې د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي له رئیس سره زما په اړه خبرې وکړې او زه یې‬
‫د زړه ناروغ وبللم‪ ،‬چې د عالج له پاره باید هند ته الړ شم‪.‬‬

‫هند ته الړم‪ ،‬د هغه ځای کار مې را ختم کړ او په ‪ ۱۱‬مه ورځ پېښور ته راورسېدم‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د واده چارې تیارې شوې وې‪ .‬نصیر کارډونه ویشلي وو‪ ،‬هر څه تیار و‪ .‬دری ورځې وروسته واده و‪ .‬د واده په مراسمو کې مې جنرال‬
‫صیب‪ ،‬د هغه کورنۍ‪ ،‬زمان کاکا‪ ،‬د سیکریټ ګارډ ټول ملګري‪ ،‬ټولګیوال‪ ،‬محصلین‪ ،‬ښوونکي‪ ،‬خپلوان او دوستان راوبلل او ښه په شور کې‬
‫واده وشو‪ ،‬پالر جا ن مې هم ډیر خوشحاله و‪ ،‬هغه ویل‪ ،‬چې بیرته خپل کور ته راشه؛ مګر ما وویل‪ :‬زه مې د ترور کره اوسېږم‪.‬‬

‫هغه خفه شو؛ خو ما وویل‪ :‬هغه زما په شتون کې یوازي کیږي‪.‬‬

‫د واده په ورځ نصیر را ته وویل‪ :‬کوژدن زما مخکې وه؛ واده ستا مخکې شو‪ ،‬دا نو انصاف نشو‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬په کشرانو شفقت ښه وي‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬نو د مشرانو عزت خو زده کړه‪.‬‬

‫بښنه مې وغوښته؛ خو هغه وویل‪ :‬کشره! ګستاخي دې خوږه ده؛ که نه کله مې معاف کولې‪.‬‬

‫د واده لومړۍ میاشت په کور کې‪ ،‬دوهمه میاشت د سدرو دوی پلرني وطن (کونړ)‪ ،‬زما پلرني وطن (لوګر)‪ ،‬د جنرال صیب کورنۍ او‬
‫زما د ماماګانو کور (ننګرهار) ته په چکرو تېرې شوې‪.‬‬

‫یوه ورځ سهار وختي چې د جنرال صیب له کور نه لوګر ته تللي وو‪ .‬د غره په برنۍ نقطه کې د خپل نیکه په الس جوړې شوې باغچې‬
‫کې اور ته د شبنم وهلو لرګیو په راټولولو لګیا وم‪ ،‬سدرو مې تر خوا راغله او ویې ویل‪ army :‬دې څنګه ‪ join‬کړه (د پوځ لیکو ته څنګه‬
‫الړې)؟‬

‫ومې ویل‪ :‬ته څه خبره یې؟‬

‫هغې وویل‪ :‬په هسپتال کې دې را ته وویل‪« :‬زما السونه په وینو رنګ دي‪ ،‬زه اوس یوازې د خپلې مور نه بلکې د سلګونو میندو غچ‬
‫اخیستلو پسې راوتلی یم» له هغې وروسته مې له خاله نه ټوله کېسه په ډیرو زاریو واورېده او د جنرال صیب کره چې الړو‪ ،‬کشرۍ لور یې‬
‫را ته هر څه وویل‪ .‬د هغې خوښ شوی وې‪ .‬ووېرېدم‪ ،‬چې‪...‬‬

‫ــ چې څه‪...‬؟‬

‫ــ هیڅ‪ !...‬کینه راغله چې له ما پرته باید د چا نه وای خوښ شوی‪.‬‬

‫ومې خندل او زیاته مې کړه‪ :‬نو له ما خفه نشوې؟‬

‫ــ نا؛ که تاخراب کار کړی وای؛ خفه به وم؛ مګر ته کوم بد کار نه کوې‪.‬‬

‫تندی مې ورین کړ‪ :‬مننه؛ سدرو‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬زما پوښتنه دې ځواب نکړه‪.‬‬

‫کړه مې‪ :‬د مور جانې له شهادت وروسته مې زړه کې عجیبه اور جمع شوی و‪.‬‬

‫زما السونه یې ونیول‪ :‬څه؟ مور جانه دې شهیده شوې؟ یعنې هغهله خپله رنځه نه وه مړه شوې؟‬

‫ــ هو؛ په دې راز مې یوازېڅو تنه خبر کړي و‪ ،‬چې زه د مور په غچ پسې را وتلی یم‪.‬‬

‫ی وه ورځ مو د مارشل ارټ ټرېننګ درلود؛ زما سترګو ته د مور تصویر او په وینو سور جسد تاوېده؛ زړه مې نږدې وسکته وکړي‪ ،‬په دې‬
‫مهال مونږ سینه کشي (‪ )push up‬کوله؛ نه پوهېږم چې ما به څو ځلې پوش اپ کړی وي؛که ټرینر مې السونه نه وای نیولي؛ د زړه رګونه‬
‫مې شکېدل اوالسونه به مې شل وای؛ خوهغه را پاڅولم؛ دغه اور داسې ژر نه مړ کېده؛ ما باید د مور جانې قاتالن پیدا کړي وای او ښایي دا‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫یې غوره الر وه‪ ،‬چې ما له ځانه سرتېری جوړ کړ‪ Like Commando‬؛ خو زه د حکومت معاش خوړونکی نه یم؛ زه یو پټ ساتونکی وم؛‬
‫مګر اوس نه؛ ځکه ته مې هم خبره کړې!‬

‫په غوسه یې وویل‪ :‬له ما دې هم څه پټ شته؛ ما ته خو لکه یو خالص کتاب داسې ایښی یې''‬

‫کړه مې‪ :‬تېروتې نه یې؟ هسې نه ډیر څه مې په زړه کې پټ کړي وي او زما له مرګ سره به دغه رازونه هم مړه شي‪.‬‬

‫زما السونه یې وڅنډه‪ :‬یو خو تاسره د هر بحثوروستۍ کلیمه مرګ وي؛ په تګ تګ کې یېوویل‪ :‬چې دومره دې مرګ خوښېده زما ژوند ته به‬
‫نه را تلې‪.‬‬

‫سدرا ځان خفه ونیو؛ د اور له ګرم ځایه لیرې د غره په لوړه کې تر سترې ونې الندې د کټارو مخې ته په جوړې شوې سیمټي څوکۍ‬
‫کېناسته‪.‬‬

‫ما له ځانه سره وخندل او په خپل الس تیار کړی دود وهلی چای مې له ښه ډیر غرني بادام او پیستې سره یوځای د سدرا په لوري یوړل؛‬
‫نږدې ورغلم؛ مخ ته یې ودرېدلم؛ هغې مخ بل پلو تاو کړ‪ ،‬غاړه یې اوږده کړه او له غرونو را ختونکي لمر ته یې ځیر ځیر کتل؛ ما ته بله څه‬
‫چاره په الس را نغله؛ورو د کاروان موډ ته واوښتلم‪:‬‬

‫تږیټولدرپسېمړهښکاریجانانه‬

‫په مرۍ کې دې اوبه ښکاري جانانه‬

‫هغې بیا هم نه را کتل؛ اوښکی یې کوږ کړی و؛ الس مې یې السونو کې ونیو له زنې مې ونیوله؛ ځان ته مې مخامخ کړه او د اول صنف د‬
‫زده کوونکي په څیر مې غوږونه ورته ونیول‪:‬بښنه غواړم (‪.)I am sorry‬‬

‫په خندا شوه؛ زما له السه یې د چایو یوه پېاله واخیسته او کړه یې‪ :‬خو د دې مطلب به دا نه وي‪ ،‬چې ته دې هر وخت زما له مخې د مرګ دا‬
‫بدرنګې خبرې وکړې؛ انسان ژوند ته پیدا دی‪.‬‬

‫کړه مې‪ :‬او مرګ انسان ته!‬

‫هغې سترګې را وویستلې؛ خو ژر یې خپل جدیت په ماهرانه استادي کې پټ کړ؛ لکه یو څه چې وریاد شوي وي؛ ویې ویل‪ :‬مونږ هره ورځ‬
‫ژوند کوو؛ نو هره ورځ باید د ژوند یادونه وشي؛ مګر دا چې د عمر پای مو د مرګ په زهري ګوټ کیږي؛ نو د مرګ یاد یوځل بس دی‪.‬‬

‫خدای شته چېتر اوسه پوی نه یم؛ د سدار په وړاندې مې پوهې ځواب ووایه او که خبره مې نوره نه شاربله‪ ،‬غلی شوم اوسدرو سره مې وعده‬
‫وکړه‪ ،‬چې نور به مرګ نه ژوند ته شو؛ هغه هم خوشحاله شوه؛ بیا یې زما له السه پیاله واخیستله او خپله پیاله یې ما ته راکړه؛ څو بادام یې‬
‫سپین کړل؛ پاڅېدله‪،‬د کټارو څنګ ته کېناسته؛ په دوو برابرو تیږو یې ډیر بادام مات کړل او زما مخ ته برابره کېناسته؛ ویې ویل‪ :‬خوله‬
‫خالصه کړه!‬

‫ما د کوچني ماشوم په څیر خوله خالصه کړه او هغې له پوره مهربانۍ سره بادام زما خولې ته راوغورځول‪.‬‬

‫دا سلسله همداسې روانه وه او تر څنګ یې نیمه؛ نیمه مسکا هم را پېرزو کوله؛ زه په څوکۍ اوږد وغځېدلم؛ سر مې د سدرا په زنګانه‬
‫کېښود او کلونه وروسته مې د ارام خوب تابیا ک وله‪ ،‬چې‪ :‬له سترګو مې څو اوښکېرا بیلې شوې؛ نه پوهېږم د سدرو غېږه ولې دومره مالیمه‬
‫وه‪ ،‬چې ما ته یې زما مور را یاده کړه‪ ،‬هېر مې دي‪ ،‬چېد وروستي ځل له پاره مې کله د خپلې مور په غېږ کې سر ایښی و‪ .‬پاڅېدم د اوښکو‬
‫د وچولو او پټولو په هڅه کې څو ځله پاتې راغلم؛ ځکه دا هنر مې زده نه و‪.‬سدرو د خپل ټیکري پیڅکه زما په مخ تېره کړه او ویې ویل‪:‬‬
‫مور دې دریاده شوه؟‬

‫د نه په نښه مې سر وښوراوه‪.‬‬

‫خو هغې وموسل‪ :‬له ما رښتیا نشې پټولی‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ومې ویل‪ :‬حیران یم چې ستاسې (ښځینه و) غېږې ولې دومره نرمې او پرسکونه وي؟‬

‫هغې وموسل زه یې خپلې غېږې ته لنډ کړم؛ ما هم سر بېرته د هغې زنګونو ته وښویاوه اوسترګې مې پټې کړې‪.‬‬

‫مونږ یو بل پېژندل ان په زړه کې د پټو شویو رازونو تر ځالې پورې‪ .‬له یو بله مو هیڅ نه پټول؛ خو یوازې دا چې یو بل ته مو غم کله هم‬
‫نه څرګنداوه‪.‬‬

‫خدای خبر څومره وخت به تېر شویو‪ ،‬چې مخ مې سخت سوی وکړ؛ سدرو وه‪ ،‬خ وله یې زما په مخ خښه کړې وه؛ ما وخ‪ ،‬وخ او ویش‪ ،‬ویش‬
‫وکړل او هغه له خندا شنه وه؛ ویل یې‪ :‬د سرتیري لمسیه لمر دې په سر درېدلی دوه ساعتهخوب دې وکړ؛ د سنګر ساتنې وظیفه دې نوره نشم‬
‫کولی؛ پاڅېږه‪ ،‬چې زنګون دې په خوب راته شخ پخ کړ‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬سدرو کاش لږ خو دې پریښی وای؛ خدای خبر بیا کله داسې د سکون خوب وکړم‪.‬‬

‫هغه پاڅېده او په تګ تګ کې یې د لنډۍ دویمه برخه وویله‪:‬‬

‫د بې صبرۍ معشوقې چا موندلې دینه‬

‫زه هم پاڅېدم د بدن شخي مې له بندونو څخه د ټکونو په وېستلو سره پیل کړه؛ خو ژر د خپل ښوونځي د سرمعلم خبره را یاده شوه‪ ،‬چې‪ :‬یوه‬
‫ورځ یې له ګوتو په ټکونو وېستلو ګیر کړم؛ سخت غوسه شو او ویې ویل‪ :‬ته خبر یې چې ټکونه وېستل انسان تباه کوي او بندونه الوزوي‪ .‬بیا‬
‫که څه هم سرمعلم صیب مونږ د ټکونو له وېستلو وروسته د پېدا کېدونکي راحت او د ناراستۍ په لمنځه تللو پوی کړ؛ خو هغه چېرته منله؛‬
‫مګر یوه ورځ مو ګیر کړ‪ ،‬چې د ښوونځي مالزم په مال اوالسونوورته زورونه کول او ټکونه یې ترې وېستل‪.‬‬

‫په لوګر کې مې هم خپلې پلرنۍ ځمکې وکتلې‪ .‬د نیکه د وخت جوړ شوی کور مې دوباره ترتیب کړ‪ .‬یوه میاشت مو هلته پوره شو‪ .‬د مور‬
‫له هغې خور (خاله) سره مې هم ولیدل‪ ،‬چې لوګر کې واده وه‪.‬‬

‫یوه تیاره شپه کې تر سپینې سپوږمۍ الندې د مني پهفصل کې د غرونو سوړ شمال لګېده‪ ،‬چې سدرا زما په څادر کې ځان را سره یوځای‬
‫پټ کړ‪ .‬ویې ویل‪ :‬یوه پوښتنه وکړم؟‬

‫ومې خندل‪ :‬وکړه!‬

‫کړه یې‪ :‬په ما کې دې څه خوښ شول‪ ،‬چې د ژوند دا اوږد سفر دې ما سره پیل که؟‬

‫ځواب مې ورکړ‪ :‬کله چې ته راڅخه روانه شې او په تګ تګ کې بیرته مخ را واړوې؛ دا کاته مې دې ډیر خوښ دي؛ زما ډیرې هیلې‬
‫پکې نغښتې دي‪.‬‬

‫ستا زړه مې خوښ دی‪ ،‬چې ډیر صاف دی او ښایي په کومه ژوره کې یې زما نوم هم لیکل شوی وي‪.‬‬

‫ستا سترګې مې خوښې دي‪ ،‬چې ډیرې کیسې پکې پټې دي او زه هم د لومړي ځل له پاره دغو سترګو د مینې په راز وپوهولم؛ مګر ال هم ډیر‬
‫څه شته‪ ،‬چې په دغو سترګو کې پټ دي او زه یې د زده کړې کوشش کوم؛ خوپرې پوه شوی نه یم‪.‬‬

‫ستا غوسه مې خوښه ده‪ ،‬ته چې کله راتهغوسه شې‪ ،‬په تندي کې دې عجیبه سرخي پیدا شي‪.‬‬

‫ستا پستو خبرو ته مې هر وخت غوږ ایښی وي؛ ځ که ته ډیرې کمې خبرې کوې او هیڅوک هم نایابه (کم پیداکېدونکی) شی له السه نه‬
‫ورکوي ! نو که رښتیا راباندې وایې‪ :‬په خدایي قلم جوړه شوې څهره به د چا خوښه نشي‪.‬‬

‫خو تا و نه ویل‪ ،‬چې تا زما په کمزوري او بې وسه بدن کې د خوښې څه ولیدل؟‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ویې ویل‪ :‬ستا فکر‪ ،‬چې هر وخت مثبت وي‪ ،‬ستا د زمري په څیر توندخاصیت او له هوسۍ همښکلی نظر‪ ،‬چې هر څه پرې ښه وینې او‬
‫غوره ځواب یې وایې‪ ،‬ستا په تول پوره خبرې‪.‬یاد دې شي؟ د کیمیا (‪ )chemistry‬استاذ درته یوه ورځ د کالس میس کولو (غیرحاضرۍ) په‬
‫سر ډیر غوسه شو‪ ،‬تا همغه تېزه خبره ښه پوره واورېده او ډیر نرم ځواب دې ورته ووایه!‬

‫په ټوکه مې وویل‪ :‬دا یو هم ما کې نشته‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬شته؛ دا هر څه ما درک کړي او که رښتیا ووایم روح مې هر ځل ته زما له پاره خپله جوړه ګڼلی یې!‬

‫ومې خندل‪ ،‬السونه مې ترې تاو کړل؛ نری زور مې ورکړ او په تندي مې ښکل کړه‪.‬‬

‫هغه غوسه شوه؛ د زوراجازه دې له چا اخیستی؟‬

‫ما وویل‪ :‬خوښه مې شوه؟‬

‫هغې په حیرانتیاوویل‪ :‬څوک؟‬

‫ومې ویل‪ :‬ستا غوسه!‬

‫له دې سره یې ښه ډیر وخندل؛ چې ما هم ترې یو څو شېبې ښه خوند واخیسته؛ هغه خوند چې زما تږي روح یې له ازله او ابده اړتیا درلوده‪.‬‬

‫ما ورته برګ کتل‪ ،‬چې هغې کلکه غاړه راکړه؛ ومې ویل‪ :‬زما د نرمېدو یو ستر علت ستا غېږه ده؛ که نه نور داسې څه نه وینم‪ ،‬چې زه‬
‫یې نرم کړی وای‪.‬‬

‫هغې له ما تاو کړي السونه نور هم کلک کړل؛ خو زمونږ مخې ته د بلېدونکي اور وروستۍ سلګۍ وې‪ .‬زه په لرګیو پسې ورغلم‪ ،‬چې یو‬
‫لرګي نه را وتلي تیره لوري مې الس را وینې کړې‪.‬‬

‫سدرا الس نه ونیولم‪ .‬وویل‪ :‬خوږ خو نشوې‪.‬‬

‫ومې خندل‪ :‬ټوکې راپورې کوې‪.‬‬

‫هغه جدي شوه‪ :‬زه درته د ټوکو په انداز کې ښکارم‪.‬‬

‫خبره مې واړوله‪ :‬دا درد هیڅ هم نه دی‪ .‬له دې نه ستر او درانده دردونه مې تېر کړي‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬لکه څنګه او کله؟‬

‫ــ ډیر کله؛ د خپل زړه درد او ان د نورو زړونو دردونه هم!‬

‫الهور کې مې یوهمجبورهنڅاګره ولیده‪ ،‬چې د یتیمو او کوچنیو وروڼو په خاطر د څو بې غیرتو خانانو په محفل کې ګډېدله او څومره به‬
‫چې د هغې په ګډا کې تېزو الی راتله؛ نو هغومره د خانانو له لوري د پیسو باران پرې کېده او د هغې د سترګو شغلې یې خوښولې؛ خو په‬
‫همدغو شغلو کې ما د هغې د بې وسۍ یوه لویه کیسه ولوستله‪.‬‬

‫کله مې چې مور وفات شو؛ نو یوه ورځ زما کوچني ورور عادل یو ماشوم ولیده‪ ،‬چې د مور او پالر تر څنګ یې لوبې کولې او عادلورته‬
‫همداسې په خوارو سترګو کتل‪ ،‬ما هغه ته غېږه ورکړه او دومره اوښکې مې توی کړې‪ ،‬چې ټول ژوند کې مې نه وې تویې کړې‪.‬‬

‫یو ورځ مې په کابل کې له ټرېننګوروسته کنټین (‪ )Canteen‬کې کېنسر نیولې انجلۍ ولیدله‪ ،‬چې شوخو هلکانو او انجونو یې له ویښتو تش‬
‫سر باندې ټوکې کولې؛ خو هغهوه‪ ،‬چې خپلو بایللو وېښتو پسې ډیره وژړېدله‪.‬‬

‫بغالن کې مې یو بوډا تاجک پالر مې ولیده‪ ،‬چې د خپلې کوژدن شوې؛خو (مړې) لور ګوتمه یې په ګوته وه؛ یو چاورته وویل‪ :‬د کوم‬
‫دورانسان یې‪ ،‬چې ښځینه ګوتمه دې په ګوته کړې؛ هغه بس دومره وویل‪ « :‬دا ګوتمه نه ده؛ زما د غم یو یاد دی»‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د ټېنس لوبه مې کوله؛ سیال کس سره مې لوبه مساوي وه او د وروستي پړاو ‪ ۲‬دقیقې پاتېوې؛ د لوبې په مینه والو کې یو تن په پښو شل ځوان‬
‫هم وه؛ هغه له ډیره جوشه د اوچتېدو کوښښ وکړ؛ خو وغورځېده؛ زه چې د هغه لوري ته ورځیر شوم‪ ،‬نو لوبه مې هم وبایلوده‪ .‬دغه لوبه‬
‫سیمي فاینل وه؛ په خپلې ناکامۍ مې فکر هم نه دی کړی؛ خو د هغه ځوان غورځېدلو زما زړه وغورځاوه‪.‬‬

‫زما د ملګري حماد د پالر سترګو کار پرېښود‪ ،‬یوه ورځ مې کوم کتابورته وایه‪ ،‬چې له رڼو؛ خو (ړندو) سترګو یې اوښکې توی شوې او‬
‫ویې ویل‪ :‬دغه کتاب مې په رڼو سترګو کتلی و؛ خو اوس‪...‬‬

‫زما تر څنګ په کونړ کې یو سرتیری د عملیاتو پرمهالد زړه له پاسه ولګېده‪ ،‬ما هغه بچ نه کړ؛ وینه یې ډیره تویه شوې وه؛ زنګ ورته‬
‫راغی او وړې لوریې وویل‪ :‬ابا! دا ځل مې ګوډۍ در نه هېره نشي؛ مونږ د ګوډۍ پر ځای د هغې انجلۍ کور ته د هغې پالر په سرو وینو کې‬
‫وروړ‪.‬‬

‫زه په ټول عمر کې همدې څو جملو اولمحو ډیر ځورولی یم؛ خو دنیا ده؛ هر وخت مې ځانته خپله زړه خوشحاله کړی دی‪.‬‬

‫هغې اسویلی وکښه او بېا یې وویل‪ :‬ما ته خوب راغلی‪ .‬ما ورته الس کېښود‪ :‬بالښت تیار!‬

‫هغې سر د نه په دود وښوراوه او زما له سینې یې السونه تاو کړل‪ .‬ویې ویل‪ :‬په دومره یخه هوا کې ګرمه ځاله لټول ښه وي‪.‬‬

‫ومې خندل‪ ،‬السونه مې ترې کلک تاو کړل او په زنه مې ښکل کړه‪ .‬هغې برګ او له مصنوعي غوسې سره ګډ راوکتل‪.‬‬

‫په عاجزانه لهجه مې وویل‪ :‬ستاسې ډاکټران وایي‪ ،‬چې د یو چا په ناڅاپي ښکلولو سره په بدن کې یو ډول هورمونونه ترشح کیږي‪ ،‬چې‬
‫انسان ته خوشحالي ورکوي او په خوله کې یې یو ډېر عجیب لذت پریږدي‪.‬‬

‫هغې تېز وویل‪ :‬کاشکې دې نور کله هم د ډاکټرانو خبرې منلی‪.‬‬

‫— لکه څنګه خبرې؟‬

‫— دا چې لږ په ځان پام کوی‪.‬‬

‫د خپلو نیکونو په وطن (لوګر) کې مو ښې ورځې او شپې تیرې شوې؛ حال دا چې کله هلته د لومړي ځل له پاره الړم زړه مې سخت تنګ و؛‬
‫خو وروسته زمونږ په کلي (دوبندي) کې له یو سړی سره بلد شوم‪ ،‬چې ټول خلک به یې خندول؛ ماشومانو ته یې مرغان ویل؛ نو هغوی‬
‫بېرته په همدې نوم مشهورکړ؛ هغه عبدالقادر ماما و‪ ،‬چې زما د نیکه د ماشومتوب ملګری او نیږدې خپل و‪ .‬کله ناکله به یې څه عجیبه رښتیا‬
‫وویل؛ لکه یوه ورځ یې په خلکو خپل کار ته اشر کړی وو‪ ،‬د غرمې ډوډۍ پر مهال یې ډک مجلس کې میلمنو ته کړل‪ :‬خفه نشئ یارانو ما‬
‫درته غوښه راوړې وه؛ خو نصیب مو شلغم شو؛ ځکه چې پخلنځي کې موږکانو ته د شوروا بوی ورغلیوو؛ هغه و‪ ،‬چې دیګ بخار کې یې‬
‫سوری کړی او ټوله شور وا یې څښلې‪ ...‬یو چا ورغږ کړل‪ :‬غوښه خو به یې پاتې وي؟ ده ورته وویل‪ :‬منطقي‪ ،‬منطقي کېږې؛ ګرم بخار کې‬
‫چې موږک شور ووا وڅښي؛ نو ټول وجود به یې د بخار د ګرموالي له السه شړېدلی وي؛ ځکه مې غوښه را نه وړه؛ مګر که ته ضد کوې‪،.‬‬
‫نو درته‪ ...‬هغه د دې خبرې له اورېدو وروسته د شلغمو خوراک هم پریښی و او چې بیا به کله هم د ده له مخې چا موږک یاد کړ؛ نو قی‬
‫(کانګې) به یې کولې‪.‬‬

‫دا خو خېر یوه ورځ یې راته کړه‪ :‬سمسوره! په هلک توب کې مې یوه چرګه اخېستې وه‪ ،‬چې د ورځې یې دوه او دری هګۍ کولې‪.‬‬

‫عبدالقادر ماما جانانه سړی و‪ .‬یو ماخوستن یې میلمه وم‪ ،‬چې د ډوډۍ خوړلو پر مهال یې راته وویل‪ :‬پخوا زمونږ وطن داسې پرمختللی نه‬
‫و؛ په کلي کې ښځې کار کړی و؛ واوره یېتوروله (توږله)؛ سخته خولې شوې او کله چې یخ سیوري ته کېناستلې؛ نو هماغسې یې هډونه شخ‬
‫شوي؛ عالج یې نه و شوی‪ ،‬د والیت مرکز ته یې بیولې وه؛ هلته یو نا اینجاړکی ډاکټر و‪.‬د ناروغ کورنۍ یې د عالج په خونې کې له پردې‬
‫یوې خوا درولې؛خپله ښځې ته ورغلی؛ اخوا‪ ،‬دېخوا (ورانې او ویجاړې) خبرې یېورته کړلې ان تر دې چې په لنګیو یې السورته وهلی؛‬
‫ښځه ل ه غوسې سره اوښتې بدن یې خوله خوله شوی؛ په ډاکټر یې ور غوټه کړي اوالسونه یې د خولې له السه نرم شوي‪ ،‬هماغه و‪ ،‬چې‬
‫کورنۍ یې شړۍ او ټوکرونه پرې ور واچول او بخارۍ ته یې کېنوله‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫یوه بله نادره یې را ته دا وویله‪ ،‬چې‪ :‬د ننګرهار په مارکو سیمه کې چې تورخم ته لنډه ده‪ ،‬یو سکهـ ډاکټر و؛ د ظاهر قدیر یو قوماندانورته‬
‫راغلی و‪ ،‬چې پښو کې مې د ورنونو د سر بندونه ختلي دي‪.‬‬

‫هغه ورته ویلي و‪ :‬عالج دې کوم؛ خو د ژوند ضمانت به مې وي‪.‬‬

‫قوماندانورسره منلې وه‪.‬‬

‫ډاکټر یوه خره‪ ۲۴‬ساعته شاوخوا یو شواروز (شب و روز) تږې او وږې ساتلې وه؛ بیا یې دی پرې سپورکړی و؛ او ډیر لرې یې د اوبو ډکه‬
‫ویاله پرې را خوشې کړې؛ د خرې پړی یې خالص کړی؛ هغې د اوبو پر لوریور منډې کړي کله یې چې ښې ډیرې اوبه څښلې خېټه یې‬
‫پړسېدلې او د ناروغ پښې هم لږ څه سره ورغلې بیا یې ‪۲۰۰‬متره لرېورته شنه ګیا (واښه) هم اچولي؛ خرې چې واښه خوړلي ا و ډاکټر شا ته‬
‫منډه ورکړې د قوماندان د پښو خړساری (کړساری) ختلی او چې ځمکې ته یې ښکته کړی نو ایله په خپله روان شوی‪.‬‬

‫په یوه بله ورځ یې را ته ویل‪ :‬له نن نه شل کاله وړاندې خبره ده‪ .‬زما یو دوه نیم کلنوراره و‪ ،‬په مخ یې سال دانه وه؛ عالج به یې په‬
‫نری وستنو کېده‪ ،‬چې په دانې کې به یې ورکولې او دی به د ډیرو ترپکو اولغتو وهلو له امله وینې وینې شو؛ هماغه و‪ ،‬چې ما یې ډاکټري‬
‫وکړه؛پوهېږې څنګه؟‬

‫ومې ویل‪ :‬څنګه؟‬

‫ــ خپل کولنګی چرګ مې پرې ور خوشې کړ؛ هغه به هر شي ته ټونګرې وراچولې؛ خدای د ده دانې ته ور سیخ کړ؛ وروره جانکه چې په‬
‫هماغه ځای یې دانه ترې وشکوله؛ بیا کله هم ډاکټر ته ضرورت نه دی پېښ شوی؛ هغه وراره مې اوس هم پر مخ د پاتې داغ کېسه چې چا ته‬
‫کوي؛ نو په همدې کېسه خلک خندوي؛ خو دا ټوکه نه ده؛ بلکې رښتیا دي‪.‬‬

‫عبدالقادر ماما زما د نیکه او دوبندي له تاریخ او کېسو ښه خبر و‪ .‬ویل یې‪ :‬په دوبندي کې دوه لیونیان یا سرتمبه خلک تیر شوي‪ ،‬چې‬
‫نظریې یې له نابغه ؤ ور تېرې وې‪.‬‬

‫یو تن ملنګ توپان نومېده؛ هغه غوښتل‪ ،‬چې د دوبندي له لوړ غره نه د موټرو اډه جوړه کړي او د لوګر والیت تر مرکزه همداسې په ځوړ‬
‫(اترایي) موټر بې تیلو خوشې کړ ي‪ .‬له هغه خوا د والیت له کومې لوړې دوبندي ته د خوړ په ټیټه الره سړک جوړ کړي‪ ،‬چې موټر به بیا په‬
‫ځوړ د تیلو له مصرف پرته راځي‪ .‬د ده نظریه والکه چین او جاپان هم په هغه وخت کې وړاندې کړې وای؛ خو دې ته یې پام نه و‪ ،‬چې د‬
‫دواړو اډو(هډو) یو سر ټیټ او بل لوړ دی؛ نو دا موټر به له یو سړک نه بل سړک ته څنګه خېژوو‪.‬‬

‫دوهم نامتو صمدهللا خان و چې خلکو صموتوال خان باله؛ هغه له دوبندي نه پ غره کې ‪ ۴‬کیلومتره تونل وېسته او کابل ته لنډ وت؛ عموما ً‬
‫خلک له دوبندي نه خوښۍ ولسوالۍ له هغه ځایه پل عالم او بیا کابل ته ځي‪ ،‬چې ډیر وخت او پیسې غواړي؛ خو صموتوال خان تونل وېسته‬
‫او په نیم ساعت کې یې دوبندي نه کابل ته رسولې‪ .‬دا ډول نظر والکه امریکا او روس هم وړاندې کړی وای؛ خو خبره دا وه‪ ،‬چې‪ ۴‬کیلومتره‬
‫تونل وېستل‪ ،‬هغه هم په غرونو کې او بیا افغانستان کې ‪ ۴‬پېړۍ وخت غواړي؛ څکه دا خارج نه دی‪ ،‬چې دولت درسره مرسته وکړي‪.‬‬

‫د لوګر ځمکې مې را تصفیه کړې‪ .‬بیرته پېښور ته راغلو‪ .‬لومړۍ شپه مې خپل کور کې د پالر تر څنګ تیره کړه‪ ،‬د میرې سلوک مې هم‬
‫ښه شوی و‪ .‬کور له شوره ډک و‪ .‬د شپې سدرو راسره د مور په یادګارونو ګوتې ووهلې‪ .‬ویې ویل‪ :‬د مور قاتالن دې څنګه پیدا کړل؟‬

‫ما وویل‪ :‬تر اوسه نه دي پیدا؛ خو درک مې لګولی دی‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬څنګه؟‬

‫کړه مې‪ :‬لومړی خو مې د مور جانې ډاییري (ژوند لیک) ولوسته؛ له پیدایښته تر مرګه د خپل ژوند ټولې پېښې یې پکېراوړې وې؛ خو‬
‫هیڅ مې پکې و نه موندل‪ ،‬چې مور جانې سره د چا دښمني ترې ثابته شي؛ تر څو چې ژوندۍ وه‪ ،‬کله مې هم نه وه لیدلې‪ ،‬چې چاورته ګواښ‬
‫کړی وي‪ .‬له فاطمهخاله ‪ ،‬د شمایلې له مور؛ ان تر دې چې له خپل پالره مې هم د مور په اړه پوښتنې کړې وې؛ خو کومه ګټه یې نه درلودله‪.‬‬
‫وروسته ننګرهار ته الړم‪ ،‬هلته په حادثاتي توګه له جنرال صیب سره مخ شوم او بیا مې له هغې الرې خپل سفر شروع کړ‪.‬‬

‫ــ مور دې له ژوند خوشحاله وه؟‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ نه پوهېږم؛ مګر د ژوند لیک په کتابچه کې به یې دغه جمله زما هیڅکله هېره نشي‪« :‬عجیبه ده؛ په ماشومتوب کې یې ورکړو‪ ،‬زمونږ‬
‫حق یې وخوړ‪ ،‬بیا یې د خاوند تصویر راته په زړه کې کېښود‪ ،‬چې هغه مو خپل مسیحا او د راتلونکي ژوند همسفر (ملګری) ومانه او د‬
‫دعاګانو سرټکی مو وګرځېده هغه هم الره بدله کړه؛ ولې مونږ زړه نلرو‪ ،‬مینه نشو کولی او که خدای را نه دا حق هم اخیستی دی»‪.‬‬

‫ــ مور دې ښکلې وه‪ .‬که‪...‬؟‬

‫باراني ورځ را یاده شوه؛ سوری چت را په زړه شو‪ ،‬چې بره اسمان ترې ښکارېده؛ د مور اواز مې په غوږ کې انګازه وکړه‪ ،‬چې د خپل‬
‫واده کالي یې را خیستي و او ویې ویل‪ :‬زه درباندې څومره ګرانه یم؟‬

‫ومې ویل‪ :‬له ځانه هم زیاته‪.‬‬

‫بیا یې را وکتل‪ :‬څنګه ښکارم‪ ...‬بد رنګه که ښکلې؟‬

‫ورپاڅېدم اوالسونه مې ترې تاو کړل؛ کړه مې‪ :‬زما نیا به هم د دومره ښکلې لور تصور نه و کړی‪.‬‬

‫په زوره یې وخندل؛ درواغ وایې؛ خو خواږه یې وایي‪.‬‬

‫سدرا ته مې مخ کړ‪ :‬ډیره ښکلې وه؛ خو ته دا خبرې ولې کوې‪ .‬پوښتنې دې داسې دي؛ لکه پر هغې چې د ځان وژنې ګمان کوې‪.‬‬

‫ویې ویل‪ :‬نه‪ ،‬نه‪ .‬بیا یې زما په لور را وکتل؛ د فکر بدلولو په نېت یې وویل‪ :‬دا ژوند دی؛ ته غم مه کوه‪ .‬هر څه به درباندې په اساني تیر‬
‫شي‪.‬‬

‫ومې موسل‪ :‬غم نه تښتېدلی نه یم؛ نو غم هم راسره کار نلري؛ په زړه کلک نه یم؛ خو اوښکې مې زړه څښلې او دغه سخت هنر مې له‬
‫خپلې مور زده کړی؛ هغ ې زما د پالر بې مینې ګډ ژوند څنګه تېر کړ؛ زه تر اوسه ورته حیران یم‪ ،‬زه یې په کومو مشکالتو کې را ستر‬
‫کړم؛ ما ته معلومه ده او که مبالغه یې نه ګڼې؛ نو ویلی شم‪ ،‬چې زما په رګونو کې د وینې پر ځای بیرته څښلې اوښکې چلیږي‪.‬‬

‫تر شپې ناوخته مې سدرو ته د خپلې مور او تیر ژوند کیسې وکړې او له هغې مې هم ډیر څه واورېدل‪.‬‬

‫په سبا سهار مې د پېښور په مېن بازار کې ځان ته شیان واخیستل؛ خو خوښه او واک د سدرا په الس کې وه؛ بیا د مینا بازار په طرف‬
‫روان شو؛ څومره پیسې چې راسره وې د سدرا له پاره مې پرې شیان واخیستل دا ځل واک او خوښه زما؛ ځکه د سدرو نه لورېده‪ ،‬چې ما‬
‫دې یوه روپۍ تاواني کړي؛ د سرو زرو خرڅولو دوکان (جیولري شاپ) ته ور روان و؛ سدرا ته مې وویل‪ :‬څه شی خوښوې‪ ،‬چې ویې پېرو؟‬

‫هغې وویل‪ :‬تا خوښوم‬

‫ومې خندل‪ :‬له ما پرته وایه؛ زه هسې هم ستا یم‪.‬‬

‫ــ بیا نو څه چې ستا خوښ وي‪.‬‬

‫ــ زما خو ته خوښه یې‪.‬‬

‫په خنداشوه‪ :‬زه خوهسې نه هم ستا یم‪.‬‬

‫کړه مې‪ :‬ځکه خو تر اوسه ژوندی یم‪ ،‬د ژوند هیله مې ال ژوندۍ ده‪.‬‬

‫هغې مې الس کلک کړ اولږ څه زما په اړخ را کږه شوه؛ کړه یې‪:‬‬

‫(زه څومره نېکبخته یم)‪.‬‬

‫ما یوازې وخندل او د ګاڼه خرڅونکیدوکان ته له سدرا سره یوځای ودرېدو‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫له پېښور ښار چې راغلو را ته ویې ویل‪ :‬یوه پوښتنه در نه کوم؛ رښتیا به راته ووایې!‬

‫له حیرانتیا او ډار سره مې وویل‪ :‬وایه که نه!؟‬

‫له واده لس ورځې وړاندې هند ته ولې تللی وې؟ستا د ناروغۍ عالج خو په پېښور او زیات نه زیات په الهورکې هم کېدلی شو؛ نو بیا هند‬
‫ته څه اړتیا؟‬

‫له ځانه سره مې وخندل‪ ،‬ومې ویل‪ :‬نو مطلب ته په هر څه پوه یې‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬په هر څه نه خو لږ‪ ،‬لږ‪.‬‬

‫— مګر دا خبرې ما چا ته هم نه دي کړې‪ .‬ژر را ته ووایه‪ ،‬چې زما د ژوند لیک کتابچه دې چیرته ایښې؟‬

‫هغې وموسل‪ :‬تر هغو یې نه درکوم‪ ،‬چې پوره کېسه ونکړې‪.‬‬

‫پورته کېدلم‪ ،‬ومې ویل‪ :‬ته مې همداسې نه پرېږدې؛ خو هغې له السه ونیولم؛ ځان به نه خالصوې‪ :‬پوره حال به وایې‪:‬‬

‫مجبور شوم؛ ومې ویل‪ :‬پټ عملیات را کړل شوي و‪ .‬زمونږ استخباراتي ډلې په هندوستان کې د افغان سفارت په داخل کې ځینې ایمیلونه‬
‫هیک کړي و‪ ،‬چې مونږ ت ه د خطربوی ترې راته؛ د دې تر څنګ مو په یو پنجابي (د امرتسر اوسیدونکي) یاندې هم شک اخیستی و؛ نو‬
‫مجبور شوم‪ ،‬چې ځان هلته ورسوم؛ ملګرو ویل‪ :‬د سره صلیب ادارې په مرسته به دې ولیږو؛ تر څو خلک درباندې شک ونکړي او د غریب‬
‫په جامه کې دغه عملیات پای ته ورسوې؛ خو هغه انداز کې ګواښ او خطره زیات و او جنرال صیب هم پکې خطر (‪ )Risk‬لیده؛ ځکه د سره‬
‫صلیب د کاغذونو پر مټ هغوی ما موندلی شي‪ .‬بیا د یو ښوونکي په جامه کې هلته الړم؛ د سفارت په یو نیم کیلومتري کې د زړه د ناروغۍ‬
‫یو شخصي روغتون و؛ هلته داخل شوم؛ دا چې د زړه ناروغانو ته د تفریح هر ډول امکانات وي او اجازه لري‪ ،‬چې ان د ډانس تر کلبونو‪ ،‬د‬
‫لوبو تر میدانونو او نورو تفریح ځایونو پورې الړ شي‪ .‬نو ما هم د تفریح په بهانه هره ورځ د سفارت شاوخوا ‪ ۷‬ورځې چکر وواهه او هر‬
‫ځل مې جامې‪ ،‬څیره‪ ،‬صورت اوسیرت بدلول‪.‬‬

‫سدرا وویل‪ :‬ولې؟‬

‫ــ ما ویل امنیتي کیمرې مې کشف نکړي‪.‬‬

‫ــ بیا څه وشول؟‬

‫ــ تر ‪ ۳‬ورځو مې څه خاص ترالسه نکړل؛ په ‪ ۴‬مه ورځ مې سفارت کې د پاسپورټ د ورکېدلو خبر ثبت کړ‪.‬‬

‫سدرا په منځ کې را ولوېدله‪ :‬او د پاسپورټ د ورکېدلو خبر رښتیا و؟‬

‫— نه؛ خو ما باید داسې کړي وای!‬

‫ــ نو که له هغه ځایهوڅارلشې اوستا معلوماتورته وشي؟‬

‫ــ معلومات به هغه وخت ورته وشي‪ ،‬چې زما اصلي څهره او اصلي نوم پیدا کړي‪ .‬دومره ساده خو نه یم سدرو! د استخباراتو د هر وګړي‬
‫فکر له شیطان هم تېز وي او بیا چې څوک په دې وظیفه کې مجنون وي او مینه یې د جنونیت او عشق تر حده رسېدلې وي؛ د هغه نیول‬
‫سخت وي‪.‬‬

‫ــ ښا ‪ ...‬نو؟‬

‫ــ په ‪ ۴‬ورځ مې ځینې شکمن کسان او شکمنې کړنې تر نظره شوې؛ د واسکټ په بټن کې مې ځای پر ځای کړې کیمرې هر څه ثبت کړي‬
‫و؛ په ‪ ۷‬مرحلو کې مې د پاسپورټ د ورکېدو خبر ثبت کړ‪ .‬د شکایتونو د ثبت شخص راته سم و نه ایسېده؛ هغه و‪ ،‬چې تعقیبول مې یې پیل‬
‫کړل‪ .‬په ‪ ۷‬ورځ مې د هغه کارورخالص کړ‪ ،‬خپل یو ملګری مې د سکایپ له الرې خبر کړ‪ ،‬هغه جنرال ته خبره ورسوله او جنرال صیب د‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫سفارت رهبري ته په کوم بل نوم له کابله یو ایمیل ولېږه‪ ،‬چې سفارت کې یې یو تن پردي ملک ته جاسوسي کوله؛ نو ځکه یې وواژه؛ د‬
‫سفارت ل ه اړخه مننه شوې وه او ویلي یې و‪ ،‬چې‪ :‬دوی یې ایمیلونه وکتل او خوښ دي؛ خو هغوی ډیره هڅه کړې وه‪ ،‬چې د جنرال هوئت‬
‫معلوم کړي؛ مګر کامیاب نشول‪.‬‬

‫ــ واو (‪ )wow‬په پردي ملک کې دې هم عملیات پرېنښودل؛ خو خیر بیا دې هسپتال او پاسپورټ سره څه وکړل؟‬

‫ــ هسپتال کې ‪ ۱۰‬ورځې بستر وم او بیا همداسې وطن ته راغلم؛ البته په نوې څهره او نوي پاسپورټ‪ .‬څه مې کړي وای؛ زمونږ د هېواد او‬
‫ولس د بقا اوسالمتیا خبره وه او د دې له پاره هر څه کولی شم‪.‬‬

‫ــ ځان هم قربانولی شې؟‬

‫ــ تر اوسه یې ضرورت نه دی پېښ شوی؛ خو که داسې وخت راشي‪ ،‬نو له خپل رب‪ ،‬هېواد‪ ،‬ولس او تا سره مې وعده ده‪ ،‬چې سر به ترې‬
‫قربان کړم‪.‬‬

‫هغې خپل سر زما په اوږه کېښود‪ :‬کاش ټول ستا په څیر وای‪ .‬ته څومره ښه یې‪ ،‬څومره زړه ور او ریښتونی‪.‬‬

‫ما یې له غاړې الس تاو کړ‪ :‬ټول زما په څیر دي؛ خو د دوی احساس او ضمیر لږ څه را ویښول غواړي؛ کله یې چې سر په اصلیت او‬
‫حقیقت خالص شو‪ ،‬نو دا وطن به زما په څیر زرګونه مینان او عاشقان پیدا کړي‪.‬‬

‫هغې وخندل او زما الس یې په خپلو السونو کې ټینګ او بیا ښکل کړ‪.‬‬

‫ما هم شونډې د هغې تر تندیور پورته کړې؛ په تندي او غومبوري مې ښکل کړه؛ دا ځل هغې هم د پخوا په څیر د تېښتې او ځان خالصولو‬
‫کوښښ ونکړ؛ورته ومې ویل‪ :‬سدرو پوهېږې زه باید هره ورځ د شکرانې لمونځ وکړم؟‬

‫ــ د څه له پاره؟‬

‫ــ ستا له پاره‪ ،‬چې رب په ما ولورولې؛ ته که ډیره ښکلې یې؛ نو هومره ښه هم یې‪ .‬ما په روغتون کې ناروغانو ته د تفریح او ډانس کلبونو‬
‫یادونه وکړه؛ خو تا شک ونکړ‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬هللا تعالی خاوندان د ښځو له پاره مجازي خدایان ګرځولي؛ نو زه به ولې پر تا شک کوم؛ په مینه کې شک کله وي؛ که شک کوم؛‬
‫نو بیا خو میېنه نشوم او یوازې خودخواه او ځان غوښتونکې به یادېږم‪.‬‬

‫په شونډو‪ ،‬غومبورو اوسترګو مې د خندا څپې خپرې شوې‪ :‬کاش چې دا ټوله نړۍ ستا په څیر سپېېڅلې وای!‬

‫هغې وویل‪ :‬پوهېږې چې ښځو ته د نارینه ؤ له لوري د دوی ستاېنه کېدل خوند ورکوي؟‬

‫ما وخندل اوسترګې مې د سدرا په سترګو کې واچولې‪ :‬ښا نو ته ووایه‪ :‬زما په سترګو کې تا ته کوم ځای د درواغو ستاېنه ښکاري؟‬

‫هغې السونه زما په ګونډو کېښودل اوسترګې یې را نیږدې کړې ان تر دې چې د یو بل سترګو کې مو خپل ځانونه او نېتونه ولیدل؛ پوزې مو‬
‫سره ولګېدې او د هغې په تور رنګه سرخي سرې شونډې زما په پورتنۍ شونډې ولګېدلې؛ زه خالصې سترګې پاتې شوم او هغې هم سر ژر‬
‫ښکته کړ؛ یو څه وشرمېده او مخ یې همېشنۍ (ځانګړې ګالبي سرخي) ونیو‪ .‬ما په قراره قراره سترګې پورته کړې؛ د هغې مخ مې لکه د کوم‬
‫سپېڅلي او د زړه تل ته ښکته کېدونکي کتاب داسې مطالعه کړ؛ چې نور څه ور پاتې نشول؛ نو ویې خندل او ژر یې غاړه راکړه‪ .‬ما هم‬
‫وموسل او د زړه لمسون مې د سکون په غاړې نور هم زیات شو؛ په زړه مې لنډۍ وګرځېده‪:‬‬

‫هلک له شرمه مسافر شي‬

‫جنۍ له شرمه یار ته غاړه ورکوینه‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫همداسې یو د بل په غاړو کاږه غېږ‪ ،‬په غېږ سره ناست و؛ چې د سدرو السونه را نه لیرې شول‪ ،‬پښې یې وغځولې؛ زما زنګونه یې په خپلو‬
‫نرمو خو نریو السونو هوار کړل اوسر یې پرې کېښود‪ .‬ما ځیر ځیرورته کتل‪.‬‬

‫هغې وپوښتل‪ :‬ولې دومره برګ برګ راته ګورې؛ مخکې دې کله نه یم لیدلې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬هللا مې دې خود غرضه نه حسابوي؛ خو له کله مې چې لیدلې یې؛ په بل چا مې نه یې پېرزو شوې‪.‬‬

‫هغې وموسل‪ :‬او که زه دې نه وی نصیب شوې؟‬

‫ــ بیا به مې نو له کومې شیرنې‪ ،‬میرینې سره ژوند و‪.‬‬

‫دواړو ښه شېبه سره وخندل او د یو بل په څنګلو ویده شو‪ ،‬داسې چې مخونه مو د پشکال له باراني وریځو ډک اسمان تهوو؛ کله مې چې‬
‫سترګې وغړولې ‪ ،‬سدرا زما د ژوند لیک کتابچه زما په سینې ایښې وه او له پاسه یې الس هم پرې ایښی و‪ .‬ومې خندل او همداسې تر ډیره ور‬
‫ته ځیر شوم‪ .‬ښکلې وه‪ ،‬ب لکې ډیره او بې حده ښکلې‪ .‬معصومه‪ ،‬لږه شرارتي‪ ،‬زیاته خاموشه‪ ،‬په مینه کې غرقه او لیونۍ‪ .‬مګر زما ژوند‬
‫همدې لیونۍ را ښایسته او پوره کړ‪.‬‬

‫تر ‪ ۲‬نیمو میاشتو د جنرال صیب کوم زنګ نه راته‪ .‬ما په تیرو ‪ ۲‬نیمو میاشتو کې پوهنتون ته څو ځله سر ورښکاره کړی و؛ خو د جنرال‬
‫صیب برکت و؛ مګر دا واضحه خبره ده‪ ،‬چې ټول درسونه مې یادول؛ څه نوټونه‪ ،‬چیپټرې او کتابونه به چې ټولګیوالو سره و‪ ،‬له ډیر‬
‫مصروفیت سره‪ ،‬سره مې ترې اخیستل او د کتلو وخت به مې ورته وېسته‪.‬‬

‫جوالیي میاشت راورسېده او زما د ملګرو (انعام‪ ،‬شفیق او عمر) د شهادت ورځ راغله‪ .‬ټوله اونۍ راباندې دومره سخته تېره شوه‪ ،‬چې زړه‬
‫مې چاودن ته لنډ و‪ .‬د زړه لمن مې تېرو یادو نه پرېښوده او غم مې د زړه دروازې ته دربان شوی و‪.‬‬

‫کله کله به مې قلم او کتابچه را واخیستل او د غم غلطولو تمرین به مې کاوه؛ مګر نشوه‪ ،‬یوه ورځ مې د ټولګیوالو را ډالۍ کړی ربابهم را‬
‫واخیسته او چې څو ویرنې مې پکې وکړې سدرا مې تر څنګ ودرېده‪ .‬په خندا یې وویل‪ :‬اوس هم کله د کومې نغمې او سندرې ویلو کوښښ‬
‫کوې؟‬

‫ــ سر مې وښوراوه‪ :‬نه؛ اوس مې کومې نغمې ته زړه نه کیږي؛ البته ویرنې او ساندې هر وخت له ځانه سره وایم‪.‬‬

‫ــ ویرنې او ساندې ولې؟‬

‫ــ ویرنې زما د شهیدو ملګرو او بې وسه مورجانې په یاد کې او ساندې د سدرو‪ ،‬ټولګیوالو او کورنۍ په یاد کې‪...‬‬

‫ــ نو اوس خو له مونږ سره یې؛ ټولګیوال دې درسره شته‪ ،‬کورنۍ هم او زه دې هم تر خوا ناسته یم‪ ...‬خبره یې همدلته پرېښوده او ما ته‬
‫یې په سوالیه نظر وکتل؟‬

‫ــ الس مې ښکته کړ او د اوږدې سیمټي څوکۍ تر څنګ مې د کشمالي او لیشکي ګلونو یوه‪ ،‬یوه غوټۍ را وشکوله؛ سدرا ته مې وویل‪ :‬ته‬
‫دې غوږ رانږدې کړه‪ :‬هغې غوږ رانیږدې کړ او ما دواړه ورته وېښتو کې د غوږ له پاسه وټومبلې‪ .‬هغې ته په ورکتلو سره مې زیاته کړه‪:‬‬
‫اوس چې ټول راسره دي؛ نو بیرته به د خوشحالۍ سندرې پیل کړم!‬

‫ــ رښتیا؟‬

‫ــ هو‪ ...‬زه به یوازې او یوازې ستا له پاره سندرې وایم‪...‬‬

‫سدرا وخندل زما پر سینې یې سر را کوږ کړ او زه به هم یوازې ستا نغمې اورم‪.‬‬

‫ما کمزورې مسکا وکړه‪ .‬نه مې غوښتل‪ ،‬چې د خپل ویر لړلي ژوند بدې خاطرې له نورو سره شریکې کړم او سدرا باندې مې کله هم نه‬
‫لورېده‪ ،‬چې د هغې له سترګو دې یوه اوښکه تویه شي‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ژر مې د خبرو موضوع بدله کړه‪ :‬سدرو! ستا لیکنې تر کومه ځایه ورسېدې‪ :‬سوات نامه دې څنګه شوه؟‬

‫وې خندل‪ :‬سوات نامه؟‬

‫ــ هو؛ ستا په کتابچه کې مې د سوات د سفر ټول یاداښتونه او تعریفونه لوستلي و‪.‬‬

‫په غوسناکو سترګو یې را وکتل‪ :‬مګر هغه زما د شخصي ژوند او کېسې کتابچه وه‪.‬‬

‫ــ خو ما په عام ځای کې موندلې وه!‬

‫سترګې یې ښکته کړې‪ :‬مګر تا باید نه وای کتلې!‬

‫ــ خو کتلو یې زما ژوند ته سکون را و بښه؛ که هغه کتابچه مې نه وای کتلې؛ ستا د مینې ثبوت به مې له کومه کاوه‪...‬‬

‫ــ ښایي ما یې اظهار کړی وای؟‬

‫ــ نو کله‪ ،‬دا دی ‪ ۸‬میاشتې دې زما تر خوا تیرې کړې‪ ...‬کله دې اظهار کاوه‪ ،‬کله چې زه مړ شوی وی؟‬

‫ــ په تریو نظر یې را وکتل‪ :‬یو خو ته کله هم له مرګه تېر نشوې‪.‬‬

‫ومې خندل‪ :‬ستا لیکنې ښکلې دي‪!...‬‬

‫ــ هو لکه ژوند؛ مګر ستا خبرې ترخې دي‪!...‬‬

‫ــ پوهېږم؛ لکه مرګ! که نه؟‬

‫سدرا وویل‪ :‬نه؛ د مرګ هومره ترخې نه دي؛ خو بیا هم‪...‬‬

‫ومې خندل‪ :‬اوس هم په هغه کتابچه کې څه شی لیکې؟‬

‫ویې ویل‪ :‬هو؛ خو اوس نه؟ اوسورته ضرورت نشته؟‬

‫ــ ولې؟‬

‫ــ اوس مې ته تر خوا یې!‬

‫ومې خندل‪ :‬ته لیکل کوه زما په شتون کې هم؛ کرښې توروه یوازې زما له پاره؛ زمونږ د مینې او بقا له پاره!‬

‫سدرا وخندل‪ :‬الس را وړاندې کړه!‬

‫په حیریت مې الس ور وړاندې کړ؛ هغې خپل نرم؛ خو د یخ باد له امله سوړ الس زما په الس کې کېښود‪ :‬وعده ده!‬

‫ما وویل‪ :‬وعده؟‬

‫ــ هو؛ زه به یوازې ستا له پاره لیکل کوم!‬

‫ما وموسل او سدرا نه مې خپل الس را تاو کړ‪ :‬او زه به یوازې ستا لیکنې ګورم؛ یوازې ستا‪...‬‬

‫مونږ په رښتیا هم (‪ )Soul Mates‬و؛ له یوې داسې شریکې خاورې جوړ‪ ،‬چې اوس یې زمونږ وجودونه له یو بل سره له اهن روبا نه هم‬
‫زیات یو بل ته کش کول او د ابدي جذب هڅه یې کوله‪ .‬سدرا زما د وجود یوه ورکه حصه وه‪ ،‬چې په بیا موندلو یې زما نیمګړی وجود پوره‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫کېده؛ کله هم چې زه له هغې سره کېناستم؛ نو د بشپړتیا احساس مې کاوه؛ خو چې هغه به نه وه؛ نو زړه مې په هماغه وخت سکون له السه‬
‫ورکاوه؛ خالصه دا چې له یو بل پرته مونږ خوښي نشوای موندلی او له یو بله جدا کېدلی هم نشو‪.‬‬

‫د جوالیي میاشت په ټولېدلو وه‪ ،‬چې هندوستاني ویر د ایمیل ادرس له الرې د پېښور په ایرپورټ د هیر له کوزېدو خبر کړم‪ .‬ما د شپې ‪۱۲‬‬
‫بجې سدرا را کېنوله او ومې ویل‪ :‬سدرو له هندوستانه یوه څیړونکې او لیکواله میلمنه راځي‪ ،‬چې باید له اوس نه تیاری ورته ونیسو‪ .‬هغه‬
‫حیرانه را کېناسته؛ خو ژر ژر یې هر څه تیار کړل‪.‬‬

‫ما په میلمه خونې هم الس وواهه؛ خاله هم په شور را پاڅېدلې وه‪ .‬د انګړ څراغ یې ولګاوه او چې هر څه یې ولیدل؛ نو ویې پوښتل‪ :‬خیر‬
‫خو دی‪.‬‬

‫کړه مې‪ :‬خیر دی خاله‪ .‬بس یوه ښځینه میلمنه لرو‪ .‬هغه هم له سدرا سره لګیا شوه او کله چې کار ختم شو‪ .‬بېرته خپلې خونې ته وګرځېده‪.‬‬
‫سدرا راغله او مخامخ را ته کېناسته‪ ،‬کړه یې‪ :‬میلمنه دې څوک ده؟‬

‫ومې ویل‪ :‬هندوستانۍ ده‪ .‬ما سره په روغتون کې وه‪.‬‬

‫ــ کله؟‬

‫کړه مې‪ :‬ته اوس بیا نو ټوله کېسه غواړې‪.‬‬

‫ویې خندل‪ :‬که تر راتګه یې کېسه ختمیږي؛ نو ولې نه؛ ضرور یې غواړم‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬له واده وړاندې چې هند ته تللی وم‪ .‬په لومړۍ ورځ په هسپتال کې چیغې پورته شوې؛ هر لور ته د تیارسۍ او خطر زنګ‬
‫اوازونه و‪ ،‬چې ټول روغتون یې په سر اخیستی و‪ .‬له خپلې خونې را بهر شوم؛ کتل مې چې د روغتون ټول ساتونکي د یوې بندې خونې‬
‫دروازه ډبوي‪ ،‬چیغې سور ې وهي او په زوره زوره وایي‪ :‬د بګوان له پاره بي بي تاسو ځان مه سوځوئ‪ ،‬تاسې ته دې په خپلو باباګانو قسم‬
‫وي ‪ .‬خو له مقابل لوري هیڅ غږ نه راته‪ .‬دا چې دروازه د اوسپنې وه؛ نو د هسپتال سیکورټي هم خالصه نشوای کړه؛ زه چې ورغلم؛ نو‬
‫دروازې ته مې له یو بل پهلوان ډاکټر سره یوځای څو ځله سختې دیکې ورکړې؛ خو نشوه؛ دا چې مونږ د هسپتال دوهم چت (پوړ) کې و او‬
‫د ځان وژونکې میرمنې د خونې کړکی هم د بازار خوا ته پرانیستې وه؛ نو مجبور شوم‪ ،‬چې الندې الړ شم؛ له څلورم چت نه راغلي پایپ‬
‫(چې د ناوې کار ترې اخیستل کېده) باندې وختلم‪ ،‬خلک را جمع شول‪ ،‬چې دا څه کېسه ده او په دې کس (په ما) کومه عالمه راغلې ده‪ .‬د‬
‫کړکۍ برنی اوسپنیز سیخ مې په چپ الس ټینګ کړ؛ له خپلې غاړې تاو کړی‪ ،‬دستمال مې له ښي السه تاو کړ او د کړکۍ ښیښې ته مې یو‬
‫مضبوط سوکورکړ؛وت ورپسې مې دوه‪ ،‬لغتې ورکړې؛ خو له دې ویرې‪ ،‬چې و نه غورځېږم‪ ،‬چندانې ضږزرورې نه وې او پوره ښیښه یې‬
‫ماته نکړه؛ ما چې کړکۍ کلکه ونیوله او پښې مې پکې بندې کړې؛ نو د کوټې له داخله یوې ښځې را منډې کړې؛ تر څو له کړکۍ زما د را‬
‫تګ مخنیوی وکړي؛ خو ما ژرور ټوپ کړل؛ د چپې پښې زنګون او د ښي الس څګنل مې سخت خوږ شول؛ چې پورته کېدلم؛ په یوې ښکلې‬
‫انجلۍ مې سترګې ولګېدلې‪ .‬هغې د ځان شاوخوا اور لګولی و او له بدن یې هم د تیلو بوی ته‪ ،‬په الس کې یې اور لګیت و؛ور لنډ شوم؛ خو‬
‫هغې په چیغه وویل‪ :‬له ما لیرې شه؛ بهر ووځه؛ که نه ته به هم مړ شې؛ لیرې شه؛ زه نور هم نږدې ورغلم او هغه ورو‪ ،‬وروشا ته کېدله؛ تر‬
‫دې چې دروازې سره یې ډډه ولګېدله؛ په تېز اواز یې ګواښ وکړ؛ دا مې د وروستي ځل له پاره درته وویل‪ :‬له ځان سره به تا هم له ژونده‬
‫خالص کړم؛ ووځه؛ که نه مړ به شېې!‬

‫ومې ویل‪ :‬پرېږده چې مړ شم‪.‬‬

‫ــ ولې؟ ته هم له ژونده تنګ راغلی یې‪.‬‬

‫ــ هو‪...‬‬

‫ــ نو زه دې څه مرسته کولی شم؛ که ته ځان وژنې؛ نو چیرته بل چیرته ځان مړ که؛ دلته څه غواړې؟‬

‫ــ یوه میرمنه ځان یوازې وژني؛ خوند یې را نکړ‪ .‬ما ویل زه به هم ورسره یوځای شم او که هر یو په خپلې ځان وژنې پېښمانه شو؛ نو هغه‬
‫به د بل ژوند وژغوري؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ ته ټوکې کوې؟‬

‫ــ خدای حاضر دی؛ چې ټوکې نه کوم؛ زه هم ځان وژنم؛ ته اور لګیت راکړه‪ ،‬چې اول زه ځان ووژنم‪ ،‬زه هم له ژونده سخت تنګ راغلی‬
‫یم‪ ،‬د خلکو دوکو او فریبونو مې زړه مات کړی‪.‬‬

‫انجلۍ غلې شوه؛ خو ال هم تیاره نه وه‪ ،‬چې له ځان وژنې تېره شي؛ور لنډ شوم او په یوه غوټه مې اور لګیت ترې واخیسته؛ هغې ډیر‬
‫زورونه ووهل؛ خو ما یې السونه په داسې انداز نیولي و‪ ،‬چې ځان یې نشو خور ولي؛ ناڅاپي یې د ښۍ پښې لنګي ته لغته راکړه او یو الس‬
‫یې را نه خالص شو؛ کوښښ یې کاوه‪ ،‬چې ځان د اور منځ ته ور ګوزار کړي؛ ما چې وکتل اور نور هم تېز شوی و او په کوټه کې له یوې‬
‫دقیقې د زیات پاتې کېدلو جواز نه و؛ کنه؛ نه به مې هغه ژغورلې وای او نه به زه بچ شوی وم؛ الس ته مې یې څنډ ورکړ او تر خپلې غېږې‬
‫مې را ورسوله؛ اخیر یو پوځي وم؛ میرمنې په عامه توګه کمزورې وي او د یو پوځي د السونو ټول زور ته به کله ټینګه شوې وای‪ .‬نور څه‬
‫را پاتې نشول؛ سر ته مې یو سوک ورکړ او ځای پر ځای وغورځېده؛ انجلۍ مې په اوږې کړه او د دروازې لوري ته په منډه شوم‪ ،‬دروازه‬
‫مې چې څنګه خالصه کړه؛ نو یو ډاکټر چې دروازې ته یې دیکې ورکولې؛ د دروازې پهیو ناڅاپي خالصېدو سره د اور تر لمبو ورسېده؛ خو‬
‫ما یې الس ونیو او هغه مې ځای پر ځای ونیو؛ که نه ډېر ژر به ایره شوی و‪ .‬انجلۍ مې د هسپتال په چپرکټ کې وغورځوله؛ د هسپتال د‬
‫اطفایې ټیم د اور وژنې په خاطر د خونې په دروازه کې ودرېدل او څلورو خواو ته یې د اوبو دارې پورته کړې‪ .‬اور مړ شو او د هسپتال‬
‫ټول پرسونل (مشران‪ ،‬ډاکټران‪ ،‬نرسانې‪ ،‬سیکورټي او ناروغان) راباندېرا ټول شوي و‪ ،‬چا مې الس او چا مې پښه کتله؛ یو چا نه مې اوبه‬
‫وغوښتې‪ ،‬ژر یې د ام شرب ت راته ونیو؛ چې لږ را سم شوم؛ نو هر یو را نه کیسه غوښتله‪ ،‬چې انجلۍ دې څنګه وژغورله‪ .‬ما هم یو دوو ته‬
‫کېسه وکړله او نورو نه مې بښنه وغوښتله؛ خپلې بستر خونې ته الړم؛ ال به مې سترګې نه وې پټې کړې‪ ،‬چې پولیس او خبریاالن راورسېدل؛‬
‫د هسپتال مشر هم راغی؛ پلټنې او پ وښتنې پیل شوې؛ خو پایله یې دا شوه‪ ،‬چې د هسپتال مشر زما درملنه فري (وړیا) اعالن کړه؛ پولیسو مې‬
‫مننه وکړه او خبریاالنو ځایي تلویزیون ته یو را پور برابر کړ‪.‬‬

‫ورځ ختمه شوه؛ په سبا سهار وختي یو ځل بیا هسپتال کې غوغا جوړه وه‪ ،‬د ځان وژونکې انجلۍ ټوله کورنۍراغلې وه؛ له ما سره یې‬
‫ولیدل‪ ،‬د انجلۍ مور لکه سکه زوی په مخ‪ ،‬مخ او تندي ښکل کړم؛ خو ډاکټران بیا همدې ښځې سره په شخړه و؛ هغوی ښځې ته ویل‪ ،‬چې‬
‫دوی خپل هسپتال نشي بدنامولی او نه غواړي‪ ،‬چې لوریې په دې هسپتال کې ځان وژنه وکړي؛ نو باید کوم بل هسپتال ته یې بوځي؛ خو‬
‫هغېورته منت او زارۍ کولې؛ ډاکټران نه رضا کېدل؛ ما بوډۍ ښځه له ځانه سره کړه‪ ،‬راس ٍا (سیده) د هسپتال د مشر دفتر ته ورغلم؛ له ډیرو‬
‫عذرونو او زاریو وروسته یې راته وویل‪ :‬زه ستا د احسان بدله در خالصول غواړم اوستا په خاطر دغه انجلۍ بیرته په هسپتال کې داخلوم؛‬
‫خو که چیر ې بیا یې د خودکشۍ هڅه وکړه؛ مونږ یې ذمه وار نه یو؛ مونږورسره ومنله؛ د انجلۍ مور د خپلې لور په لوري او زه خپلې خونې‬
‫ته راغلم؛ هسپتال کې ارامه ارامي شوه؛ د تېرو دریو ورځ و په څیر مې یو ځل بیا د افغان سفارت چکر وواهه‪ .‬په پنځمه ورځ سهار وختي‬
‫چې د هسپتال شا ته د تفریح په انګړ کې د دمې له پاره په یوې اوږدې څوکۍ (بېنچ) کېناستم؛ مخامخ راته ځان وژونکې انجلۍ برګ برګ را‬
‫وکتل؛ ما سر ښکته کړ؛ هغې همداسې را کتل‪ .‬ما بیا سر ښکته کړ؛ خو د انجلۍ صبر ونشو‪ .‬مخامخ را روانه شوه؛ زه لږ څه وارخطا شوم؛‬
‫خو بیا مې ځان را سم کړ؛ هغه راغله؛ الس یې راته ونیو‪ :‬سالم (‪)hi‬‬

‫ما هم بیرته ځواب کې وویل‪...)hi( :‬‬

‫هغې وویل‪ :‬ستا نوم څه دی؟‬

‫ومې ویل‪ :‬سمسور!‬

‫ــ څومره ښکلی نوم دی؛ معنا به یې شین او ښیرازه وي؛ که نه؟‬

‫ــ هو؛ خو ته پرې څنګه پوه شوې؛ دا نوم خو په هندیانو کې نشته؛ هغوی د سمسور نوم نه کاروي؛ سرسبز او هري ورته وایي؛ که نه؟‬

‫ــ ستا فکر پر ځای دی؛ مګر ما په حیدر اباد او اګرې کې ‪ ۲‬کاله له پښتنو سره وخت تېر کړی‪ ،‬بیا مې کابل کې د هند په سفارت کې هم ‪۴‬‬
‫کاله کار وکړ؛ هلته مې یو افغان همکار د سمسور په نوم و؛ هغه یې معنا راته کړې وه‪.‬‬

‫ــ ډیر ښه؛ مګر ستا نوم څه شی دی؟‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ هیر‬

‫ــ واه؛ څومره ښکلی نوم؛ په خندا مې زیاته کړه‪ :‬بیا خو به رانجها هم لرې؟‬

‫یو دم یې په مخ کې بدلون راغی‪ :‬درلوده مې؛ خو اوس بې رانجها یم‪.‬‬

‫ــ (‪ ) oh I am sorry‬بښنه غواړم؛ راته معلومه نه وه؛ خو څنګه بې رانجها شوې یې؛ ستا په مین څه شوي؟‬
‫ــ په ژړغوني اواز یې وویل‪(:‬هغه یوازې د ورځې غمونو او د شپې ژړاو ته پرېښودم)‪.‬‬

‫ــ وبښه؛ ډیره زیاته بښنه غواړم؛ زه نه وم خبر چې‪...‬‬

‫ــ (‪ ) it’s ok‬څه پرواه نه کوي؛ زه نن هم د هغه له السه دلته یم‪ .‬د ماشومتوب ملګری او ټولګیوال مې و؛ تر کالجه یوځای و‪ ،‬په یو بل مو‬
‫زړونه بایللي و؛ یو بل ته ډیر ګران و‪ .‬یوه ورځ یې (‪ )proposal‬هم راته وکړ؛ یعنې د واده وړاندیز یېوکړ؛ بیا مو کوژدن وشوه؛ خو له واده‬
‫وړاندې زه د زړه د والونو په ناروغۍ مبتال شوم؛ هغه په وروستي ځل هسپتال کې له یوې انجلۍ سره راغی؛ په السونو کې یې ګلدسته وه؛ ما‬
‫یې کومه پوښتنه ونکړ؛ فکر مې کاوه؛ د دفتر کومه ملګرې به یې وي او زما پوښتنې ته به راغلې وي؛ خو زه غلطه وم؛ هغه ګلدسته زما په‬
‫غېږ کې کېښوده او کله چې بیرته روانېده؛ یوازې دومره یې راته وویل‪ :‬نه غواړم له داسې چا سره د ټول ژوند تړون وکړم‪ ،‬چې نه یې د‬
‫مرګ معلومات شته او نه د ژوند‪...‬‬
‫بیا یې ښه شېبه وژړل‪.‬‬

‫ما د دالسه کولو په نېت الس په اوږه ور ته کېښود‪ .‬خو هغې په لوړ غږ وویل‪ :‬هاته مت لگا (الس مه راوړه) !‬

‫بیا مې وویل‪ :‬د هغه کوم انځور‪،‬ویډیو‪ ،‬رسمي ادرس یا بل څه درسره شته‪ ،‬چې زه یې وموم؟‬

‫ویې ویل‪ :‬څه پرې کوې؟‬

‫ــ هیڅ‬

‫ــ نو بیا دې ولې وپوښتلم؟‬

‫ــ په هغه دې څو کاله باور وکړ؟‬

‫ــ له ماشومتوبه تر تیر کال پورې!‬

‫ــ نو بیا خو زما هم حق جوړیږي‪ ،‬چې یوه ورځ راباندې باور وکړې‪.‬‬

‫ــ ضرور؛ زمونږ په خلکو (پنجابیانو) کې دا مشهوره ده‪ ،‬چې پټان باندې به باور کوې؛ خو مینه به ورسره نه کوې؟‬

‫ــ ته پنجابۍ یې؟‬

‫ــ هو!‬

‫ــ مګر معلومېږې نه؟‬

‫ــ ما درته و نه ویل‪ ،‬چې ټول عمر مې په یو او بل ښار کې تېر کړی‪ ،‬تا سره له قصده په هندي غږېږم؛ په پنجابي به څه پوه شې؟‬

‫ــ جاڼتا هون کوړیا (پوهېږم انجلۍ) !‬

‫ښه شېبه یې وخندل‪ :‬ډیر تېز یې؛ خو تا و نه پوښتل‪ ،‬چې مونږ له پټانانو (پښتنو) سره ولې له مینې بده ګڼو؟‬

‫ــ ولې؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ ځکه چې هغوی د ازادو مرغانو په څیر دي؛ په یو ځای کې ډیر نه شي پاتې کېدلی او هغه هم د پنجاب په څیر (دوزخي ګرمي) کې‪ ،‬ډیره‬
‫مشکله ده؛ ته به خبر نه یې او له ځانه سره به یې کابل ته رسولې یې‪ .‬رښتیا دې سره یوه کېسه را یاده شوه؟‬

‫ــ اورم یې!‬

‫ــ زه د هندي سنیما د مشهورې فلمي کورنۍ (کپور خاندان) په اړه د څېړنې په اړه پېښور ته د یوې میاشتې له پاره تللې وم؛ هلته مې د کپور‬
‫خاندان له پاتې شونو‪ ،‬ګاونډیانو او د بالیووډ د کېنګ (د هندي سنیما د باچا) شاه رخ خان د تره له کورنۍ سره هم وکتل‪ .‬په دغه دوران کې له‬
‫یوې پېښورۍ سره اشنا شوم؛ له افغانانو به یې سخت سر ټکاوه؛ ویل یې‪ :‬خور مې په سکول کې ښوونکې وه؛ په یو افغان زده کوونکي یې‬
‫زړه وبایله او له هغه سره یې واده وشو‪ ،‬لومړی خو له کوره وتښتېدل؛ مګر وروسته مې کورنۍ بیرته را خپل کړل او څه یېورته و نه ویل؛‬
‫په‪ ۲۰۱۰‬مکال کې د افغان کډوالو کمپ سیالبونو ډوب کړ؛ نو دوی څو میاشتې له مونږ سره دلته پېښورکې واوسېدل؛ زما ورور چې له لندنه‬
‫راغلی و؛ د خپل اوښي په خور (زما د خور په ایندرور او د همغه افغان مهاجر په خور) یې زړه وبایله؛ کله چې مونږ ترې هغه انجلۍ خپل‬
‫ورور ته وغوښتله؛ نو انکار یې وکړ؛ ویل یې‪ :‬مونږ پردیو ته لور؛خور نه ورکوو؟ مونږ وویل‪ :‬ولې؟ دا مونږ چې تاسو ته خپله لور درکړې‪.‬‬
‫هغوی هم لکه دې ځواب چې چوپ کړي وي؛ تر ډیره غلي وو؛ په سبا ماخوستن یې مونږ ته میلمستیا وکړه؛ ښه کابلي پالو اوسورکړي‬
‫چرګ ان یې پاخه کړي وو؛ مونږ چې څنګه ډوډوۍ وخوړه؛ نو بیا په ځان نه یو پوه شوي؛ خو چې سهار را پاڅېدو؛ نو زما خور او د هغو‬
‫(افغانانو) ټول خاندان له کوره تللی و ؛ وروسته خبر شو‪ ،‬چې د خور سترګې مې هم په کابل کې ایله خالصې شوې وې‪.‬‬

‫کیسې ته له خندا شین اوښتی وم؛ دومره مېورته خندلي‪ ،‬چې مه پوښته‪.‬‬

‫د هیر زړه هم لږ څه راسره ولګېده؛ کړه یې‪ :‬کیسې دې خوښې دي؟‬

‫ومې ویل‪ :‬هو؛ ولې نه؛ ښکاري ستا هم خوښې دي؟‬

‫ــ هو؛ زما خوښې دي؛ د لنډو کیسو‪ ،‬شعرونو‪ ،‬پېښور‪،‬ننګرهار‪ ،‬کابل‪ ،‬کندهار او کوئتې ته د سفرنامې او د نړۍ د بیالبیلو کلچرونو‬
‫(کلتورونو) په اړه ‪ ۴‬لیکلي کتابونه لرم‪.‬‬

‫ــ حیران دې کړم‪.‬‬

‫ــ دې کې د حیرانتیا څه دي؛ زه له ژبې او ادب سره ډیره مینه لرم؛ تازه تازه مې د احمد شاه دراني په اړه د هندي ژبې یو کتاب ترالسه‬
‫کړی؛ هغه لولم؛ خو سخت بد؛ رد یې پسې لیکلي!‬

‫ــ کومه نوې خبره نه ده؛ له نیمایي زیات هندیان احمدشاه بابا ته په همدې نظر ګوري؛ مګر ته تر سبا انتظار وکړه؛ ما سره هم د اردو ژبې یو‬
‫کتاب شته‪ ،‬دواړه ولوله؛ مقایسه یې کړه او د ریښېتل ته ځانورسوه‪ .‬احمد شاه بابا یو عادل‪ ،‬زړه ور او شاعر سړی و‪ ،‬تا ته به خپله معلومه‬
‫وي‪ ،‬چې شاعر کله په چا ظلم کولی شي؟‬

‫ــ منندوی به دې شم؛ مګر زه د احمدشاه بابا په اړه داسې نظر نلرم؛ ما د هغه په اړه ډیرو ځایونو کې ښه لوستلي؛ هغه که چپاولګر وای؛ نو‬
‫د هند په تخت به د همېشه له پاره پاتې شوی واوزموږ غوښې به یې شکولې وای یا به یې د ځینو نورو په څیر زمونږ شتمنۍ (سره زر‪،‬‬
‫قیمتي ډبرې او مالدارۍ) چورکړې وې‪.‬‬

‫د غزال بیت مېله هندي ژباړې سره ورته ووایه‪:‬‬

‫چا هندوستان لوټه لګیا و‪ ،‬چا که اباد په وینو‬

‫یو شاه انا خوشحاله کړې‪ ،‬بل مخلوق خوشحال که‬

‫د هغې بیت ډېر خوښ شو او ویې ویل‪ :‬شاعري دې خوښیږي؟‬

‫ــ هو‪ .‬ډېره زیاته‪ .‬رښتېا تا هم وویل؛ شعر لیکم‪ ،‬نو ستا د یو شعر اورېدلو حق خو مې جوړیږي!‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ ستا خوښیږي؟‬

‫ــ نه یوازې خوښیږي مې؛ کله کله یې لیکم هم‪.‬‬

‫ــ بیا نو ښه جوړه سره یوځای شوي یو؛ زه به له دې هسپتاله مننه وکړم او له هغې ورځې هم چې ما پکې ځان واژه؟‬

‫ــ زه هم باید داسې وکړم‪.‬‬

‫هیرد بالښت الندې ایښې کتابچې ته الس کړ‪ ،‬خپل یو شعریېراته ووایه؛چې د پښتو ژباړه یې داسې وه‪:‬‬

‫’‘خوښخو به یې چې‬

‫واک دې خپل دی‬

‫زما خندا ژړا د یار په الس کې‬

‫زه خپله هیڅ نه یمه‬

‫زماټوله ساه زما د یار اختیار ته‬

‫زما ایله دومره وس دی چې‪:‬‬

‫ژړا نه څښاک‬

‫له وینو خوراک جوړ کړمه‬

‫تا خبر نکړمه چې‬

‫ستا برخه غمونه اخلم‬

‫او له تا ډیر لیرې‬

‫په یوې دښتې کې اباده شم’’‬

‫تر ډیره فکرورته وړی وم؛ د اردو او هندي ژبې نرموالي او مالیم والي ته حیران وم؛ هیر راته پخه شاعره ښکاره شوه؛ په همدې سوچونو‬
‫کې وم‪ ،‬چې هیر وویل‪ :‬اوس ستا وار شو!‬

‫ما ډیر نه او نو وکړل؛ خو کله یې منله؛ اړ شوم‪ ،‬چې یو څه ورته ووایم؛ کړه مې‪:‬‬

‫درمسال پاتې شو دکن ته الړې‬

‫له مشکو خوند اخلي ختن ته الړې‬

‫سالم په خلکو نه‪ ،‬په بوټو وایه!‬

‫په دې سختیو که وطن ته الړې‬

‫دانې او هڅې مې بې ځایه الړې‬

‫کوترې هم پردي مسکن ته الړې‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫میره راغلې ده‪ ،‬څه ساندې وهي!‬

‫سهیلۍ الړې ترې لندن ته الړې‬

‫خانه خرابه شهزادګۍ دې مړه کړه‬

‫له هلمند کډې ځي چمن ته الړې‬

‫سمسوره ته اوستا یادونه پوه شه!‬

‫زمونږ کیسې نوي قرن ته الړې‬

‫هیر ډیر واه واه وکړل؛ بیا له خندا شنه شوه؛ ستا له جدیته ښکارېده‪ ،‬چې کوم ستر راز بیانوې؛ خو زه پرې پوهه نشوم؛ اوس یې راته وژباړه‪:‬‬
‫شعر مېورته وژباړه؛ خو په هره مسره کې یې یوه‪ ،‬یوه پوښتنه کوله‪.‬‬

‫ویې ویل‪( :‬دکن) دې څنګه یاد کړی؟‬

‫ومې ویل‪ :‬یوازې ما نه دی یاد کړی؛ زمونږه ټولو سترو شاعرانو یاد کړی؛ لکه‪ :‬رحمان بابا‪ ،‬حمید بابا‪ ،‬خوشحال خان خټک او‪...‬‬

‫ــ خوشحال خټک؛ هغه چې د هند له مغلي شاهانو سره یې ډغرې وې؟‬

‫ــ هو همغه؛ د خوشحال بابا زوی چې مغلو د هند د بیجاپور او ګوالیار په زندانونو کې ‪ ۱۴‬کاله بندي کړی و‪ ،‬او بیا هملته په زندان کې مړ‬
‫شو؛ د هغه شاعري ډیره دردمنه شاعري ده‪.‬دکن یې داسې یاد کړی‪:‬‬

‫په دکن کې پاړو نشته چې مې دم کا‬

‫زه خوړلی اژدها تورې بال یم‬

‫یا دکن د غم وطن ښادي یې نشته‬

‫یا په ما غمونه شپه کړه مبتال یم‬

‫دا شعر مې همورته وژباړه‪ :‬بیا د ختن کېسه شوه؛ همغه د پښتو د زاړه نصاب (په چین کې د هوسي له ناف څخه د اخیستل کېدونکو عطرو)‬
‫کېسه مېورته وکړه؛ دوهم بیت کې مې له مسافریورته سر وټکاوه‪ ،‬دریم بیت د بې وفایي او څلورم بیت کې مې د غازي امان هللا خان کېسه‬
‫ورته وکړه‪ ،‬چې یو شمېر انجونې یې بهر ته د عصري زده کړو له پاره ولېږلې؛ نو خلکو به پسې دا لنډۍ او نیمکۍ ویله‪:‬‬

‫خانه راځه دلبره‬

‫ډکې الرۍ د جنکو لندن ته ځینه‬

‫د جنکو قدر یې کم که‬

‫امان هللا ته دې خدای لور نه ورکوینه‬

‫خانه راځه دلبره‬

‫ډکې الرۍ د جنکو لندن ته ځینه‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫په پنځم بیت کې مې د خپل وطن د جنګونو کیسېورته وکړې‪ ،‬چې څنګه مو وطن په اورونو کې لولپه شو او مونږ هم ترې کوزې پښتونخوا‪،‬‬
‫کویټې‪ ،‬کرا چۍ‪ ،‬ایرا ن‪ ،‬اروپا او ان هند ته کډوال شو‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬په وروستي بیت کې دې خپل نوم یاد کړی؛ تا سره څه کېسه شوې؟‬

‫چورتي شوم‪ ،‬خو ژر مې ووی ل‪ :‬هیڅ کیسه نه ده پېښه شوې؛ خو زمونږ خلکو کې مشهوره ده‪ ،‬چې مین هر وخت د خپلې معشوقې په یادونو‬
‫کې ډوب وي؛ نو له پرمخت للې نړۍ شا ته پاتې وي او کله چې معشوقه ترې جال شي؛ نو بیا دا ډول بیتورته ووایي؛ د خبرې د ال ښه پوهاوي‬
‫له پاره مې د هند د مشهورادیب (کرشن چندر) لنډه کېسه (د رڼو اوبو ونه)ورتهوویله‪ ،‬چې څنګه یوه انجلۍ له خپل کلیوال اشنا نه ښاري هلک‬
‫ته واده شوه اوالمل یې هم په کلي کې د اوبو کمښت او حتی نشتون و؛ خو ښار چې پرمختللی و؛ خلکو ته به په نلکو کې ان کورونو ته اوبه‬
‫ور رسېدلې؛ همغه و‪ ،‬چې معشوقه په پای کې خپل مین ته ووایي‪ :‬مېنه یوازې په وعدو نشي؛ کله کله رڼو اوبو ته هم ضرورت لري‪.‬‬

‫ترې اوچت شوم؛ ګیالس مې له اوبورا ډکاوه‪ ،‬چې هغه په خپل بستر کې را کېناسته؛ له شا نه یې را غږ کړل‪ :‬دا کېسه خو ما نه ده لوستې؛ نو‬
‫ته ترې څنګه خبر شوې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬دا کېسه پښتو ژبې ته زمونږ مشهور شاعر و لیکوال قلندر مومند ژباړلې ده؛ ما هم لوستلې؛ زه خو ستا په څیر نه یم‪ ،‬چې په هند‬
‫دوه نیمې لسیزې باچاهي کوونکی نه پېژني؛ زه ستاسې له میالده پخوانی امپراتور (چندرا ګوپتا)‪ ،‬مسلمان باچا (عبدالکالم ازاد) او اوسنی‬
‫وزیراعظم (من موهن سنګ) ټول ټکي په ټکي پېژنم؟ ته که زمونږ لیال و مجنون پېژنې؛ نو زه ستاسې هیر او رانجها پېژنم‪.‬‬

‫هیر جدي شوه‪ :‬زه هم دومره بده نه یم؛ ستاسې هر واکمن او مین پېژنم؛ خو تا د هیر یادونه د بحث په شروع کې هم وکړه او اوس هم؛ د‬
‫هغې په اړه څه پوهېږې؟‬

‫ډیر پرې نه پوهېږم؛ خو زمونږ د تاریخ استاذ (ډاکټر لطیف یاد) یې یو ځل یادونه راته کړې وه؟‬

‫ــ څنګه یادونه یې درته کړې وه؟‬

‫هغه ویل‪ ،‬چې‪:‬‬

‫«هیر‪ -‬رانجها په اصل کې د پنجاب په څلورو عشقي یا رومانټیکو داستانونو کې یو لرغونی عشقي داستان دی‪ ،‬چې په پنجابي‪ ،‬اردو‪ ،‬هندي‪،‬‬
‫پښتو او پارسي ژبو کې په منثوره او منظومه بڼه لیکل شوی‪ .‬د ډیرو لیکواالنو نظر دا دی‪ ،‬چې هیر اورانجها د هند د پښتني لودي واکمنانو د‬
‫واکمنۍ پر مهال (‪ ۱۴۵۱‬او ‪ )۱۵۲۶‬ترمنځ ژوند کړی‪.‬‬

‫دغو مینانو له یو بل سره بې کچې مینه درلوده‪ .‬هیر یوه ښکلې او ښایسته نجلۍ وه‪ ،‬چې د اوسني پاکستان د پنجاب په جهنګ ولسوالۍ کې د‬
‫یوه شتمن پنجابي لور وه او د جټ قوم پورې یې اړه درلودله‪ .‬هغه تر دیارلس کلنۍ پورې خپلو همزولو انجونو سره د سیند غاړې ته تله‬
‫اولوبې به یې کولې‪ .‬د رانجها اصلي نوم بیا دهیدو و؛ خو ده ته به رانجها ویل کیده‪ ،‬دی هم په قوم جټ و او د سرګودها سیمې د تحت هزاره‬
‫اوسیدونکی و‪ .‬رانجها اته وروڼ ه درلودل؛ خو دا چې دی تر ټولو کشر و؛ نو پر خپل پالر ډیر ګران و‪ .‬نورو وروڼو به یې د خپل پالر په‬
‫ځمکو کې کار کاوه او دی چې تر ټولو کشر و خپلو همزولو سره به یې لوبې کولې او په خواږه غږ سره به یې شپیلۍ غږوله‪ .‬تر څه مودې‬
‫وروسته د رانجها پالر مړ شو او وروڼو یې ده سره زور زیاتی پیل کړ‪ .‬یوه شپه چې رانجها ډیر خپه و؛ نو خوب یې ولید‪ .‬په خوب کې یې‬
‫هیر ولید له‪ ،‬چېورته وایي‪ :‬که زما وصال غواړې نو ځان ما تهرا ورسوه‪ .‬کله چې رانجها له خوبه را ویښ شو؛ نو د سفر اراده یې وکړه او‬
‫تر دریو ورځو سفر وروسته یې ځان د هیر سیمې ته چې د یو دریاب پر غاړه پروت دی ورساوه‪.‬د رسیدلو سره سم یې هلته یوه کښتۍ ولیدله‬
‫او کله چې ورنږدې ش و؛ نو په کښتۍ کې د خوب له پاره یو ښکلی پالنګ پروت و‪ .‬رانجها د کښتۍ ساتونکو ته وویل‪ :‬ما ته دې اجازه را کړل‬
‫شي‪ ،‬چې پر دغه پالنګ خوب وکړم‪ ،‬هغوی هم اجازه ورکړه او دی هلته ویده شو؛ په دغه وخت کې هیر د خپلو نورو همزولو سره را پیدا‬
‫شوه چې ګوري پر پالنګ یې یو بل څ وک ویده دی‪ ،‬د کشتۍ ساتونکو ته په غوسه شوه او ورته ویې ویل‪ :‬دا بیګانه هلک څوک دی چې زما‬
‫پر بستر ویده دی‪ .‬د کښتۍ ساتونکو سره هیڅ ځواب نه و‪ .‬د هیر همزولو هیر ته وویل‪ :‬ښه به دا وي چې دی په دریاب کې وغورځوو؛ خو‬
‫کله چې هیر د هغه له مخ نه څادر پورته کړ؛ نو په یو ځل کتو یې زړه پرې وبایلود او بې هوښه شوه‪ .‬وروسته چې په هوښ راغله د رانجها‬
‫نه یې پوښتنه وکړه‪ ،‬چې‪ :‬ته څوک یې او له کومه ځایه راغلی یې؟ رانجها ورته ټوله کیسه بیان کړه‪ .‬هیر بیرته خپل کور ته الړه‪ ،‬خپل پالر‬
‫ته یې د رانجهاستاېنه او صفتونه وکړل او پالر یې هم هغه ت ه د خپلو میښو او وزو (بزو) د ساتلو دنده ورکړه او شپه او ورځ به یې په ځنګله‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫کې مالونه څرول‪ .‬هیر به د کور نهورته ډوډۍوروړله او دواړو به هلته په ځنګله کې د مینې رازونه ویل‪ .‬په پای کې یو مکار سړي ته د هیر‬
‫او رانجها د مینې پته ولګیدله او هغه سړي د هیر تره ته چې (کیدو) نومېده حال ووایه‪.‬یوه ورځ چې هیر د رانجهاله پاره ځنګل ته ډودۍ وړې‬
‫وه؛ نو کیدو د فقیر په جامه کې ځنګل ته الړ‪ ،‬د دوی د مینې راز یې پخپله کشف کړ او په منډو منډو یې ځان د هیر پالر ته ورساوه او دا‬
‫ټوله کیسه یېورته بیان کړه‪ .‬د هیر پالر تر دې وروسته هیر له کوره بهر وتلو نه منعه کړه او هغه یې د بل چا په نامه کړه‪.‬همدا راز یې د هیر‬
‫له خسرګنۍ وغوښتل چې هیر ژ ر واده کړي؛ خوهیر د دې خبرې په اوریدو سره سخته ناروغه شوه‪ .‬د واده بندوبست وشو او زوم هیر له‬
‫ځانه سره بوتله؛ مګر هیر بې هوښه و ه او په ځان نه پوهیدله‪ .‬د هیر نندرورچي چې (شهدۍ) نومیدله پوه شوه چې هیر پر چا مېینه ده؛ دا‬
‫چې شهدۍ هم له یو چا سره مینه درلودله؛ نو د مینې د اور لمبو نه خبره وه‪ .‬ژر یې یو کاتب (منشي) را وغوښت‪ ،‬چې رانجها ته یو لیک‬
‫ولیکي‪ .‬په دې وخت کې رانجها هم د هیر په غم او جدایۍ کې دومره سوځیده چې غوښتل یې ځان په دریاب کې ډوب کړي؛ خو کله یې چې‬
‫غوښتل ځان په دریاب کې ډوب کړي نو؛ یوه اسماني پریښته پرې ور پیښه شو او رانجها ته یې تسلیورکړه‪ ،‬چې ناهیلي او نا امیدي ښه نه ده‪،‬‬
‫صبر وکړه؛ پریښتې رانجها له ځان وژنې منعه کړ او دعا یېور ته وکړه‪ .‬کله چې رانجها د هیر لیک ترالسه کړ نو د هیر د ځای ځایګي د پیدا‬
‫کولو په لټه کې شو‪ .‬د فقیرانو او ملنګانو جامې یې واغوستلې او خیرات غوښتلو په پلمه اوبهانه یې ځان د هیر د کور تر دروازې ورساوه‪،‬‬
‫شهدۍ چې د کور درواره ورته پرانیسته؛ پتهورته ولګیده چې دا رانجها دی؛ نو ده ته یې وویل چې ته د کلي نه بهر اوسه زه به د هیر د‬
‫راوستلو اوستا سره د هغې دلیدلو یو پالن یا منصوبه جوړه کړم‪ .‬یوه ورځ شهدۍ هیر له ځانه سره واخیسته اوبهر یې بوتله په کوم ځای کې‬
‫چې رانجها دیره شوی و‪ .‬دواړو مینانو یو له بله سره ولیدل او شهدی په کور او کلي کې داسې اوازه خپره کړه چې هیر مار چیچلې ده‪ ،‬هغه‬
‫یې بیرته کور ته راوستله‪ ،‬خپلې مور ته یې وویل چې کلي نه بهر یو فقیر اوسیږي هغه راولئ هغه د زهرو عالج کولی شي‪ .‬د هیر خسرګنۍ‬
‫الړه اورانجها یې راوست‪ .‬رانجها د منترونو په ویلو سره د هیر د زهرو لیرې کولو بندوبست وکړ‪ .‬په دې وخت کې شهدۍ رانجها ته وویل‬
‫چې ستا مقصد خو پوره شو خو ما ته هم دعا وکړه چې زما مین هم راشی او ما له ځانه سره بوزي‪ .‬رانجها شهدۍ ته دعا وکړه‪ .‬د هغه مین‬
‫په اوښ سپور راغی او په نیمه شپه شهدۍ او د هغه مین له کوره وتښتیدل‪ .‬د هغو په تیښتې سره هیر اورانجها هم دا کور پریښود او دوی هم‬
‫په نیمه شپه کې وتښتیدل‪ .‬په پای کې خلکو هیر ونیوله‪،‬قاضي ته یې بوتله او قاضي حکم وکړ چې هیر دې د ده خاوند ته وروسپارل شي‪.‬‬
‫رانجها په دې خبره خپه شو او ښیرا یې وکړې او په ټول ښار اور بل شو‪ .‬په دې وخت کې د سیمې واکمن یا باچا ته خبرورسید او باچا امر‬
‫وکړ چې هیر دې رانجها ته ورکړل شي‪ .‬هیر رانجها ته ورکړل شوه او دوی په یوه لویه دښته کې روان وو چې ځانونه تخت هزاره ته‬
‫ورسوي‪ .‬په دې وخت کې رانجها ناروغه او مړ شو او هیر چې دا حالت ولید؛ نو هغه هم د ډیرې خواشینۍ له امله مړه شوه‪ .‬خلکو دغو‬
‫دواړو مینانو ته قبر جوړ کړ او دواړه یې یوځای سره ښخ کړل‪ ،‬چې مزار یې اوس هم په جهنګ سیمه کې شته او هر ډول خلک (مسلمانان‪،‬‬
‫هندوان‪ ،‬چنایان‪ ،‬عیسایان‪ )...‬یې زیارت ته ورځي»‪.‬‬

‫هیر څو ستړې ساګانې واخیستلې‪ :‬وای زما خدایه؛ هغوی څومره سپیڅلي مینان و‪ .‬په یو بل څومره کلک مین و‪.‬‬

‫ما هم د تائید په بڼه سر وښوراوه او د رحمان بابا بیت مېورته ووایه‪:‬‬

‫ډیرهندکیپهجهانګرځید چا یاددي‬

‫عشقعالیپایهد هیر او د رانجهاکړه‬

‫هغې وویل‪ :‬څه معنا؟‬

‫ما ژر ژر ورته وژباړه‪.‬‬

‫هغې کړه‪ :‬واو (‪ )wow‬څومره ښکلی بیت‪.‬‬

‫زه ترې پورته شوم‬

‫را غږ یې کړل‪ :‬له هندي فلمونو سره شوق لرې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬هو ولې نه؟‬

‫ــ ماښام راشه د هیر او رانجها د مینې په اړه د را ج کمار او پري (راج وانش) ګډ فلم درباندې ګورم‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ هغه چې په ‪ ۱۹۷۰‬کې جوړ شوی‪.‬‬

‫سترګې یې خالصې پاتې شوې‪ )I can’t beliebet( :‬یقین مې نشي‪ ،‬دا ته ال څه بال یې؟‬

‫ومې خندل‪ :‬زه به در ته یو بل هم وښایم؛ په ‪ ۱۹۹۲‬کې جوړ شوی؛ د انیل کپور او شري دیوي‪.‬‬

‫هغې وموسل‪ :‬ډیر پوخ یې؛ زه ترې روان شوم او ځان سره مې وویل‪ :‬ډیر پوخ یې‪ .‬بهر سفارت ته د سرور ښکاره کولو په موخه ووتلم؛ له‬
‫نیمایي الرې بیرته را ت او شوم‪ .‬را یاده شوه‪ ،‬چې د هیر د مین (کوژدن‪ ،‬چنغل) ادرس مې هم نه دی را خیستی؛ دوباره هسپتال ته راغلم؛‬
‫هیر سترګې پټې کړې وې؛ ښکلې او معصومه ښکارېده؛ زړه مې پرې ونشو او بېرته روان شوم‪.‬‬

‫ماښام مهال بیرته هسپتال ته راغلم؛ هیر راباندې فلم وکوت؛ خو یوازې زه نه وم؛ د هسپتال ټول ناروغان او پرسونل ورته ناست و؛ ما هیر‬
‫ته وویل‪ :‬دا د غم او ماتې مینې فلم دی؛ کوم عاشق باندې د زړه دوره را نشي؛ هغې یوازې وخندل‪.‬‬

‫په بله ورځ مې بیا د سفارت چکر وواهه‪ ،‬یو څه شیان مې له نظر تیر کړ‪ .‬ماښام مهال د هیر عالج کوونکي ډاکټر یوه سي ډي راکړه؛ ویې‬
‫ویل‪ :‬دا هیر ته ورکړه؛ سي ډي مې د هیر په کمپیوټر کېورته ولګوله؛ یو کوچنۍ یوه دقیقه یي ویډیو وه؛ د ژوند د ماتو او زړه تنګون په اړه‬
‫یې ښکلې جملې سره را غونډې کړې وې؛ جملې په انګلیسي وې‪ ،‬چې مطلب یې دا و‪:‬‬

‫اسانتیا یو انتخاب (اختیار) نه دی‬

‫اوسېدنه سخته ده‬

‫ژوند سخت دهی‬

‫ته ګوره دا څومره سخته ده چې یې ‪ ۴۹‬کلن او یوه دنده دې ‪ ۱۷‬کاله ترسره کړې وي؛ خو دوی درته ووایي‪ :‬ستا کار تمام شو او د تګ پر‬
‫مهال ایله دې یوې اونۍ (خرڅ) درکړي‪.‬‬

‫دا ډیره سخته ده!‬

‫دا چې ته واده کړې یې او ماشومان دې ورو‪ ،‬ورو په لویېدو (غټېدو) وي؛ خاوند دې یو دم (ناڅاپي) ومري‪.‬‬

‫په سختي سره به قابو شي؛ د ژوندانه تراژیدیانې!‬

‫کله چې ته یو څه د زړه له تله وکړې؛ خو بیا هم سر و نه نیسي؛‬

‫بیا هم باور ولره!‬

‫کله چې ور څخه خالص شې او بیا پرې نظر واچوې؛ ووایې‪ :‬آه‪...‬‬

‫زه اوس پوه شوم چې زما ولې دغه درس پکار و‪.‬‬

‫ته باید په خپل ځان باور ولرې‪.‬‬

‫ته باید په خپلو وړتیاو باور ولرې‬

‫ته باید په خپل خدمت باور ولرې‬

‫ستا خبرې اترې او ستا خیاالت تر سوال الندې نه دي (سم دي)‪.‬‬

‫‪Esay is not an option.‬‬


(c) ketabton.com: The Digital Library

It’s hard living!

Life is hard!

and they come in and tell you: ،See it’s hard when you are 49 years old and working on a job for 17 years
you’re finished. And give you one week’s severance pay. And you have to start all over again.

It’s hard!

When you are married and raising children and your children are crawling and your husband dies.

Unexpectedly!

It’s hard handling

Just the tragedies of life.

When you’ar working on something and you put everything you have in it. And it doesn’t work.

You must have faith.

After you go through it you get back and you look at it and you say:

Oh…

Now I understand why I needed that lesson’.

You’ve got to belive in yourself.

You’ve got to belive in your abilities.

You’ve got to belive in your service.

your ideas unquestionably. ،Your compny

‫ نوې ټپه ویله؛ نوې چیرته وې؛ خو هغې ته خورا نوې‬،‫ یو غزل راته وایه او ما ورته نوې‬،‫ هره ورځ به هیر یو‬.‫دری ورځې تېرې شوې‬
:‫ چې دا ټپه مې ورته وویله‬،‫ یوه ورځ مې د هیر د مین په اړه بحث ورسره کاوه‬:‫ لکه‬.‫وې‬

‫جانانه ته خو داسې نه وې‬

‫د چا خبرې دې ضرور منلې دینه‬

‫دا ټپه د هر لوستی او نالوستي پښتون په خوله ګرځي؛ زما له پامه بده شوې؛ وه؛ خو هیر ورته وژړل او تر ډیره یې د خپل مین انځور ته‬
.‫همدا ټپه تقراروله؛ له هغې ورځې راهیسې مې بیرته ټپه خوښه شوې ده‬

:‫ چې‬،‫ چې دروازه وټکېدله؛ هیر وه‬،‫ نقشه او موبایل مخې ته ایښي و‬،‫ پالن‬،‫په سبا (دریمه ورځ) هیر ته ور نغلم؛ ماښام مهال مې خپله کتابچه‬
.‫ سمسوره ته چېرته ورک یې؟ له سهار راهیسې مې سترګې درپسې وختلې‬:‫څنګه یې ولیدم؛ نو ویې ویل‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫له هرکلي وروسته مې ورته وویل‪ :‬ډاکټرانو ویل‪ :‬چې هیر نن ورځ ارام ته پرېږده او بله دا چې هره ورځ درتګ مې ښه و نه ګاڼه؛ زمونږ‬
‫خلک یوه ټپه کوي‪ ،‬چې‪:‬‬

‫مینه په تلو را تلو زیاتیږي‬

‫کله راځه کله به زه درځم میېنه‬

‫او یا دا چې‪'' :‬که اوبه په یوځای کې ډیرې ډنډ شي خوسا کیږي''‬

‫ټپه او متل مې له پوره ریاضیت اوسنګین والي سره هیر ته وژباړله او د هغې له خولې هم یوازې ''واه'' اواز وخوت؛ زه د خپل کټ په لوري‬
‫روان شوم او هیر د خپل ویلچیر ټایرونه زما د خونې په لور را سیخ کړل؛خپل شیندلي اسناد مې دوسیې ته کړل‪ ،‬په کوټه کې پراته شیان مې‬
‫ترتیب او هیر ته مې د تلویزیون ریموټورکړ؛ د هند مشهور چینل ‪ ZEE‬یې را واړوه؛ سترګې یې د هند په یو ښکلي عشقي فلم (محبتین)‬
‫ولګېدلې‪ ،‬په فلم کې دا سندره لګېدلې وه‪:‬‬

‫ہم کو ہمي سی چرالوں‬

‫دلمینکہیں تمچوپالوں‬

‫ہم اکیلی کہونا جایی‬

‫دور تمسیہوناجایی‬

‫پاس اوو گلی سی لګالوں‬

‫ہمکوہمیسیچرالوں‬

‫ژباړه‪:‬‬

‫ما له خپله ځانه چېرته پټ کړه‬

‫ستا په زړه کې مې چېرته وساته‬

‫زه چېرته یوازې ورک نشم‬

‫چېرته له تا لیرې نشم‬

‫نږدې راشه او غاړې سره مې ولګوه‬

‫له خپله ځانه مې چېرته پټ کړه‬

‫سندره عشقي وه‪ ،‬د (شاهرخخا ن‪ ،‬ایشوریارایي) هنرمندي او د (لتامنګیشکر‪ ،‬ادیتناراین) ښکلی اواز و‪ .‬چې سندره ختمېده؛ نو هیر هم ښې‬
‫سلګۍورسره ووهلې‪.‬‬

‫بیا یې مخ را واړاوه؛ سمسور ی و څه خواږه خو راته ووایه؛ که نه زړه به مې وچوي‪:‬‬

‫ما وویل‪ :‬په یو شرط؟‬

‫ــ د څه شرط؟‬

‫ــ چې زما له مخې به بیا نه ژاړې!‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ سمه ده‬

‫ــ وعده یې وګڼم؟‬

‫ــ ‪ Yes‬هو‬

‫بیا د هیر په لوریورغلم‪ ،‬السونه مې ورکړل او خپل چپرکټ کې مې کېنوله؛ هغه ځیر وه‪ ،‬چې یو څه ووایم؛ خو زه غلی د خپلې بکسې دننه د‬
‫شیانو په سمبالولو لګیا وم؛ په ریموټ یې وویستم؛ سړی د میلمه خیال داسې ساتي‪ ،‬ځان ته خو پټهان هم وایې؟‬

‫ومې خندل؛ بس یوه دقیقه نور صبر هم؛ هغې خپلې کتابچې ته الس کړ؛ زه بیا فکر یوړم‪ ،‬چې خدایه هیر به دې کتابچې کې څه لیکي؟‬

‫هیر په خپلې کتابچې کې ډوبه تللې وه‪ ،‬زه له خونې ښکته شوم؛ لږ څه بسکټ او د هند مشهورې مټهایي ''لډو'' مې را واخیستل‪ ،‬شنو چایو‬
‫پسې مې اب ګرمي بنده کړه‪ ،‬په دوو قابونو کې مې خواږه‪ ،‬وطنۍ وچه مېوه او په شنو ''شوتلي رنګه''ت پیالو کې چای ورته ونیو‪ ،‬چې پیالې‬
‫یې رنګ ته عجیبه ځانګړتیاور بښلې وه‪.‬‬

‫هیر وویل‪ :‬دې ته څه اړتیا وه؟ ځان دې هسې په تکلیف کړی‪.‬‬

‫د ټوکې په انداز مې وویل‪ :‬ښه نو بېرته به یې یوسم‪.‬‬

‫مونږ دواړو سره وخندل؛ هیر وویل‪ :‬تا زما خبره هېره کړه؛ نن دې راته کوم شعر یا د وختي په څېر ښکلې ټپه و نه ویله؟‬

‫بښنه مې وغوښته او بیا له څه سوچ وروسته مې دا ټپه ورته وویله‪:‬‬

‫کهیارزماپهمخرغیږي‬

‫ټیکریبهلرېکړمسرتورهبه ورځمه‬

‫هیرلهژباړې وروستهحقهحیرانهپاتې وه‪ ،‬ویېویل‪ :‬یاره دا تاسې څه عجیبه شاعریلرئ؛ دا څومره ښکلې؛ مګر زه چېورتهګورم د تېرې ټپې په‬
‫څېر دې د دې ټپې لومړۍ مسره هم کوچنۍ او دوهمه لویه ده او د قافې توري هم پکې نه وینم؟‬

‫هېر مې په دې پوهه کړه‪ ،‬چې‪ :‬لنډۍ د قافیې توري نلري؛ خو وروستۍ کلیمه یې باید ''نه او مه''ختمه شوې وي‪ ،‬لومړۍ مسره یې ‪ ۹‬او‬
‫دوهمه مسره ‪ ۱۱‬او یا ‪ ۱۳‬بنده لري؛ خو کله مې چېورته وویل‪ :‬زمونږ په ادبیاتو کې له عامو خلکو زیات مینانو او له سړیو زیاتښځو ټپې‬
‫ویلې؛ نو له حیرانتیا یې خوله نه ور ټولېدله‪.‬‬

‫هیر سترګې غړولې را غړولې‪ :‬سمسوره! د نړۍ په سطحه پښتو یوازینۍ ژبه ده چې ادب یې یوه برخه ښځو ته هم خاصه کړې؛ خو بل‬
‫چېرې ما داسې نه دي لیدلي‪ ،‬زه که خدای روغه کړم د دغو څو ټپو د اغېزمنتیا اوستا د استادۍ حق به اداء کوم‪ ،‬پښتونخوا او افغانستان ته‬
‫درځم؛ څو د لنډیو په اړه یوه لویه څېړنه وکړم؛ ته به هم راسره مرسته کوې؟‬

‫ما د مرستې ډاډورکړ؛ دیوال ته مې وکتل‪ :‬لمانځه ته د تګ اجازه مې ترې وغوښته؟‬

‫هیر وویل‪ :‬زه هم خپلې بستر خونې ته ځم؛ هغه مې په خپل ویلچیر کې کېنوله؛ چې خپل چپرکټ باندې اوږده وغځېده او زه ترې روان شوم‪:‬‬
‫را غږ یې کړل‪ :‬سمسوره! ته ډیر خوږ او مینناک یې؛ له میلمستیا دې مننه‪.‬‬

‫لمانځه ته الړم‪ ،‬یو چکر مې د سفارت په لوریهم ور وواهه او کله چې بېرته خپلې خونې ته راغلم د هیرکتابچه مې تر سترګو شوه‪ ،‬چې زما‬
‫په خونه کې پاتې وه؛ را وا مې را واخیسته؛ځکه شکمن شوی وم‪ ،‬چې زه څنګه د هیر له څنګه پورته شم؛ نو دا خپلې کتابچې او قلم ته ولې‬
‫الس کړي؛ کتابچه مې د مخونو په اړولو او د سرلیکونو په کتلو سره برخې‪ ،‬برخې ولوستله؛ کټ مټ هغسې لکه بې پرواه او ناکامه شاګرد‪،‬‬
‫چې امتحان نه ‪ ۲‬دقیقې وړاندې خپل کتاب د مکتب تحویل دار ته له سپارلو مخکې څنګه اړووي را اړوي‪.‬‬

‫په یو ځای کې مې په تور اوسره قلم لیکل شوی عنوان تر سترګو شو‪:‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫''د ماتې مینې لیک''‬


‫متن ته ور ښکته شوم؛ خورازیات مې خوښ شو او زړه مې که څومره پرې خپل سود وکړ؛ له هغې زیات یې خفه کړم؛ هیر لیکلي و‪:‬‬

‫''په دې سختو ورځو تورو تیارو کې؛ ال هم ستا یاد ته غاړه غړۍ یمه؛ نه دې کتی شم نه مې کتی شې؛ زه دې اوس هم یاد کې ویښه یمه؛ خو‬
‫وایم ته به هم له ما پرته چا ته نه ګورې؛ ال هم له تا پرته څوک نه خوښوم‪.‬‬

‫مګر ته څومره ظالم وې؛ تا په ما څومره ظلم وکړ؛ زه دې تباه کړم او د نیمې الرې الروۍ دې وګڼړلممګر‪.‬‬

‫خو زه‪...‬‬

‫خو زه ال هماغه یم؛ ستا په عشق کې سوځېږمه‪ ،‬ستا خبرې زما د ذهن تنابونه شکوي؛ ستا یادونو مې حافظه خوړلې؛ ستا وعدو مې اثره ختمه‬
‫کړې؛ ستا خندا مې زړه خفه کړی‪.‬‬

‫زما په سترګو کې ال هم ستا نشه پرته ده؛ په سلګو کې مې ستا خندا ځالې لټوي او په ارمانونو کې مې هم ستا نوم لیکلی‪.‬‬

‫زما په خبرو کې ال ته یې؛ اوس دې هم وینم؛ لمر ته ستا نوم اخلم؛ سپوږمۍ ته هره شپه ستا ذکر کوم‪.‬‬

‫خو ته‪...‬‬

‫خو ته دومره وې‪ ،‬چې زه دې وژړولم‪.‬‬

‫زه به تر څو وزغم؛ ژوند خو مې ټول بدرنګ شو‪ ،‬همدا اوس هم یادونه ستا دي‪ ،‬چې ختمیږي نه اوال زیاتوالی کوي‪.‬‬

‫ما خو خپل ټول ژوند ستا په نوم کړ؛ خو تا دا تحفه قبوله نه کړه؛ نه پوهېږم ولې؟‬

‫ډیر کله مې له پښو ځمکه په تېښتې شي؛ له سره مې هر څه نادرکه شي؛ له وجوده مې ساه په منډه شي؛ د لیکونو توریمې بې رنګي او چوپتیا‬
‫اختیار کړي اودا فکر راسره شي‪ ،‬چې ښایي بیا دې و نه ګورم‪.‬‬

‫خو پوهېږې؟‬

‫اوس هم ستا الرې څارم؛ هر مازدیګر د خپل وجود له مړستون روح راپورته اوستا تر دنیا یې ورسوم؛ خو ته را نشې‪ ،‬چې دې بې ساه روح‬
‫ته ابدي ژوند ورکړې‪.‬‬

‫ښایي ته به هم یوه ورځ را شې‪:‬‬

‫السونه به دې ریږدي‪.‬‬

‫د شرابي سترګو جذابیت به نه وي‪.‬‬

‫تور ویښته به دې سپین‪ ،‬ښکال به دې ختمه‪ ،‬ګلورین مخ به دې مړاوی او د ژوندانه اوبه به دې ختمې وي‪.‬‬

‫بیا به ډیر اهونه‪ ،‬ډیر افسوسونه او ډیر غمونه وکړې؛‬

‫او شونې ده‪ ،‬چې‪ :‬زما په څېر به ډیر دردونه تیر کړې؛‬

‫کله کله به ناڅاپي ژړا هم درشي‪ ،‬واویال به دې غرونه را خبر کړي او ته به ستړی زما المارۍ ته ودرېږې؛ زما له ګونګ تصویره سره به‬
‫خبرې پیل کړې؛ ځان به ستړی کړې؛ په رګونو کې به دې وینه وچه شي‪ ،‬ضعف به وکړې او زړه به دې زور له السه ورکړي؛ چېغې او‬
‫نارې به دې په ستوني کې بندې شي؛ هیڅ به ونه شې کړای‪ ،‬یوازې زما په ګردونو خړې سترګې به ووینې‪ .‬زما د تصویر هره برخه به ښکل‬
‫کړې‪ ،‬زه به دې یاده شم‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫په فکر کې به دې وزغلم‪.‬‬

‫زه به دې روح وګرځم‪.‬‬

‫بیا به ارام ونکړې‪.‬‬

‫خو ستا ټولې چیغې به‪.‬‬

‫زما تصویر او قبر ته وي؛ زه به نه یم او د خاورو په څلي او په خازو به اوبه وشیندې‪.‬‬

‫دعا اوژړا به وکړې‬

‫کله کله به زما یاد کې موسکی شې؛ شاوخوا به وګورې؛ خو هیڅ به نه وي‪.‬‬

‫ژړا به درشي‪ ،‬بیا به چیغې اوی سورې وکړې او کومه ګټه به ونه لریې‪.‬‬

‫زه به هماغه یمه؛ خو تا ته حیران‪ ،‬داسې یو دم بدل‪...‬‬

‫نه پخوانۍ اداء‪ ،‬نه پخوانۍ وعدې‪ ،‬هر څه تر نیمې الرې او زه په منځ کې هیره‪.‬‬

‫زه هم همدې خبرې ډیرهحیرانه کړم؛ څنګه دې زما یاري هیره کړه؛ څنګه د خپلې مینې له ښاره الړې؛ له دې خبرې سره جوخته ستا خندا را‬
‫یاده شي‪:‬‬

‫اه څنګه مست به دې وخندل؛ ستا هره مسکا زما له پاره؛ بلکې ته زما وې؛ ما تا ته ژوند ویلی و؛ خو تا زما ژوند ته خپله ښکال ور نه کړه‪.‬‬
‫ته بې وفا وختې اوستا جفا د یوې مینې قتل وکړ‪.‬‬

‫زما د ځوانۍ نرمه هوا هم سختو توپانو یوړه اوته را نه بیلتونورک کړې؛ ما ستا د هېرېدو هڅه وکړه؛ خو ډیره ناکامه وختم‪ ،‬هیڅ مې ونشو‬
‫کړای‪ ،‬یوازې دا چې ځان مې ستا په یاد کې وبایلود اود تل له پاره د کتابچې د یوې پاڼې یاد شوم‪.‬‬

‫شاید دا به زما ګناه وه‪.‬‬

‫چې ما په تا باور وکړ؛ او تا زه اور ته ور دیکه کړم؛ د اور خوراک دې کړم؛ ودې سیځلمه؛ خو زه له تا خفه نه یمه‪ ،‬تا ښه وکړل‬

‫د مینتوب تاریخ دې جوړ کړ؛ هر یو مین ته دې سبقورکړ‪.‬‬

‫خو ای کاش له اسمان ټوټه کېدو مخکې‬

‫د ځمکې د تنابونو له شلېدو وړاندې‬

‫تا ته احساس وشي؛ زما د هېرې څهرې یاد درشي؛ زما له قبر سره سر ولګوې او زما په څیر زما په یاد کې مړ شې!‬

‫‪...‬‬

‫په تا میېنهــ (هیر) توره شپه (‪۱‬بجه ‪ ۱۵‬دقیقې)‬

‫لیک په پوره هنر او ظرا فېت سره لیکل شوی و؛سترګو ته مې سدرا نېغه ودرېدله؛ زړه مې روغ ورځېده‪ ،‬ساه مې ډوبېدلو ته نیږدې وه‪،‬‬
‫فکرونو ونیولم؛ خو د ځان د سمبالولو په نېت مې ژر سر وڅنډه‪ ،‬د فریج خوا ته الړم؛ کتابچه مې په چپ الس کې ونیوه او له فریج مې د‬
‫کشتې شربت را واخیسته؛ سیده د هیر خونې ته ورغلم؛ کتابچه مې ورکړه؛ هغې لکه زړه چې غورځولی وي اه او اخ یې وکړل‪ :‬دا څنګه‬
‫پاتې شوې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬نه پوهېږم؟‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ تا خو به نه وي لوستې؟‬

‫ــ یوازې د ماتې مینې لیک مې وکوت؛ نورراته ستا شخصي ژوند لیک ښکاره شو؛ ځکه مې و نه لوستله‪.‬‬

‫هیر بېرته یو څه قراره شوه؛ خو زه چې خپله له فکره نازک وم‪ ،‬د هغې ټول ژوند مې په همدې یو شعر کې ولیده‪ .‬هیر ته مې د کشتې له‬
‫شربته یو ګیالسور ډک کړ؛ هغې هم کومه صرفه پرې ونکړه او ښه په خوند یې وڅښه؛ مننه یې وکړه؛ زه ترې روانېدم‪ ،‬چې د ماتې مینې‬
‫لیک مې بیا ذهن کې انګازې شروع کړې‪ ،‬په زړه مې څه وګرځېدل؛ هیر ته مې مخور وګرځاوه‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬سمسوره خیر خو دی؟ فکر وړی اوسودایي ښکارې؟‬

‫ــ خیر و؛ بس یوازې ستا‪...‬ستا د‪...‬هغه ستا د‪ ...‬خبره مې نشوای پوره کولی؟‬

‫ژر یې را غږ کړل‪ :‬زما د بې وفا مین یادونه خودې خونه کوله؟‬

‫د ناکام مسکا مې وکړه‪ :‬وبښه؛ د هغه یادونه مې کوله‪ ،‬ما ویل که ادرس یې را کړې؟ګمان کوم پرون د بحث د بدلېدلو له امله را نه هیر‬
‫شو‪.‬‬

‫هیر ادرس را که؛ زه هم په همغه پته الړم؛د معامالتو یو دفتر ته ورغلم؛ هلته مې د هیر د مین (ویر) پوښتنه وکړه؟ خو پیدا مې نکړ؛ په پای‬
‫کې یوې انجلۍ خبر کړم‪ ،‬چې هغه په غفار مارکېټ کې د بنجاره دوکان لري‪ .‬حیران شوم چې غفار مارکېټ کې خو ټول الکټرونیکي‬
‫سامانونه؛ نو بنجاره پکې څه کوي‪.‬‬

‫غفار(باچا خان) مارکېټ د هند په پالزمینې کې دی‪ ،‬چې شاوخوا ‪ ۵۰۰‬دوکانونه پکې دي او خورا مجهز‪ ،‬منظم او له عصري ټکنالوژۍ‬
‫برخمن دي‪ .‬زرګونه خلک هره ورځ د دغه مارکیټ دننه راکړه ورکړه کوي‪.‬‬

‫د زاړه ډهلي په یوه مشهوره سیمه کروبل باغ (قرول باغ) کې جوړ شوی یاد مارکیټ د هندي سوداګرو او پانګه والو له لوري شاوخوا شپږ‬
‫لسیز ې وړاندېپرانیستل شوی‪ ،‬چې غفار مارکیټ یې بولي او غفار خان د باچاخان اصلي نوم و‪.‬‬

‫په را کړل شوې پته دوکان ته ورسېدم؛ یو نری دنګ؛ له رنګه ژېړ اوښتی؛ د ښکلې څیرې لرونکی ځوان مې ولیده‪ ،‬چې دوکان کې یو او بل‬
‫لور ته تېز تېز اوښته را وښته او خولو لوند خیشت کړی و‪ ،‬هغه له سر نری دسمال تاو کړی و؛ داسې ښکارېده لکه سر یې چې خریلی‬
‫وي‪.‬نږدې ورغلم؛ روغبړ مې ورسره وکړ‪.‬‬

‫په خندایې ښه راغالست راته ووایه‪.‬‬

‫ما د هارونو یو څو نمونې ترې وغوښتې‪ ۳ .‬هارونه او یوه د قیمتي غمي ګوتمه یې په ‪ ۳۵‬زره هندۍ کلدارو راکړل‪.‬‬

‫په تګ کې یې را ته وویل‪ :‬سر! دا ‪ ۳‬هارونه د چا له پاره اخلې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬یو خپلې مینې‪ ،‬بل خور (ماللې) او دریم د هیر په نوم یوې ملګرې ته‪.‬‬

‫رنګ یې وتښتېده‪ .‬خوله پرې راماته شوه‪.‬‬

‫زه ور مخکې شوم‪ :‬خیر خو دی ملګریه؟ رنګ مو ژېړ شو! هغه سر وڅنډه او وغورځېده !‬

‫ما ژر را تکیه کړ‪ .‬د څنګ دوکانداران او خلک را ټول شول؛ ګاونډي هټیوال یې هټۍ وتړله او ایمبولنس یې را وغوښته‪ .‬زما تر څنګ‬
‫ویر ته مخامخ کېناست او روغتون ته الړو‪.‬‬

‫کله چې له ‪ ۱‬ساعت وروسته ویر په هوښ راغی‪ .‬نو زما او خپل نیږدې ګاونډی دوکاندار مننه یې وکړه‪ .‬ما ټینګار وکړ‪ ،‬چې هغه سره‬
‫پاتې شم؛ خو هغه زه او خپل ملګری رخصت کړو‪ .‬زه له عاجلې خونې را ووتم‪ .‬یوې سپینې چپن پوشې ډاکټرې را پسې غږ کړل‪ :‬ہیلو بہایی!‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ومې ویل‪ :‬قربان!‬

‫کړه یې‪ :‬دا ناروغ تاسو سره راغلی‪.‬‬

‫ما چې بستر کې د ویر د داخلولو پر وخت د هغه د کورنۍ د غړي په صفت ځان معرفي کړی و‪ .‬ومې ویل‪ :‬هو! مګر خیریت دی؟‬

‫ډاکټره را نیږدې شوه‪ .‬ما تاسو ته ویلي و‪ ،‬چې ده ته به زیات ټینشن (سر دردی) نه ورکوئ‪ ،‬هغه نیږدې و‪ ،‬چې دماغي سکته وکړي!‬

‫ما سر ته الس یوړ او کړه مې‪ :‬ڈاکٹر کویی سیریس باته هی؟ «کومه تشویشونکې (جدي) خبره ده؟»‬

‫هغې برګ راوکتل‪ :‬کیا؟ تمی معلوم نهیهی؛ کہ اسی برین کینسر هی! (تا ته معلومه نه ده چې هغه د دماغو سرطان لري)سرطان؟‬

‫د نه په دود مې سر وخوراوه!‬

‫هغې وویل‪ :‬دی له مون ږ سره ثبت ناروغ دی‪ .‬له تیرو دوو کلونو یې درملنه دوام لري‪ .‬وینه یې کمیږي‪ .‬د ده له پاره مونږ په هسپتال کې‬
‫هر وخت وینه ساتو!‬

‫له ډاکټرې سره مې خبرې پرېښودې او بیرته د ویر د بستر خونې په لوري الړم‪ .‬هغه چې زه ولیدم‪ .‬ویې ویل‪ :‬ته؟‬

‫ومې ویل‪ :‬هو!‬

‫ــ بیرته څنګه راغلې؟‬

‫ــ زه خو ستا په شان نه یم‪ ،‬چې بیرته به نه راځم! زه پښتون یم او وفا زما په وینه کې ده‪.‬‬

‫هغه را ځیر شو‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬هیر دې له دې امله پرېښوده‪ ،‬چې ته کېنسر یې؟‬

‫هغه نور هم حیران شو‪.‬‬

‫زه نیږدې ورغلم او څنګ ته یې کېناستم‪ .‬ټوله کېسه مې ورته وکړه‪ .‬ما ډیر وپوهاوه چې هیر سره باید واده وکړي؛ خو هغه نه منله‪ .‬ویل‬
‫یې‪ :‬له دې درده یوازې زه باید وکړېږم‪ .‬نورو ته یې ضرورت نشته! ما وویل‪ :‬دا خودغرضي ده‪ ،‬په مینه کې درد او دوا دواړه شریک وي‪.‬‬
‫ژړا او خندا یوځای وي‪ ،‬ژوند او مرګ یوځای وي او بیا ژوندي کېدل هم ګډ وي‪ .‬هغه نه منله؛ خو ما ښکاره ورته وویل‪ ،‬چې ستا له تګ‬
‫وروسته د ویر درد کم شوی نه دی او په تا پسې د زړه ناروغه شوې ده‪ .‬هغه وژړل او له همدې وخت په ګټې اخیستنې ما یو څه نورې‬
‫خبرې هم وکړې‪ ،‬چې د هغه خفه زړه یې را رضا کړ او سیده د روغتون په لوري را سره روان شو‪ .‬د هیر د خونې دروازه مې وټکوله‪.‬‬
‫هغې له ستړې مشې وروسته داخل ته د ورتللو ست وکړ‪ .‬زه شا ته شوم او هغې چې زما شا ته ویر ولیده‪ .‬سترګې یې خالصې پاتې شوې‪.‬‬
‫ویر څو قدمه واخیستل؛ خو هیر هماغسې هیښه والړه وه‪ .‬ویر هیر په خپلو ریږدېدونکې غېږ کې کلکه کړه‪ .‬دواړو سره وژړل‪ .‬که رښتیا‬
‫ووایم‪ ،‬زه هم څو شیبې چوپ او له ژړا ډک والړ وم؛ خو زما څوک نه و‪ ،‬چې غاړه مې ورکړې وای او ګډه ژړا مو کړې وی‪ .‬ما د هیر د‬
‫خونې دروازه وربنده کړه او دواړو ته مې د چایو تیارولو له پاره د خپلې خونې ابګرمي ولګوله‪ .‬چای‪ ،‬وطني مېوه‪ ،‬د کلچه پزۍ (بیکري) له‬
‫دو کان یو څه راوړي خواږه او نقل (چاکلېټ) مې له ځان سره کړل‪ .‬د هیر دروازه مې وټکوله‪ .‬هیر راغله او له ما یې ټول شیان واخیستل‪ .‬بیا‬
‫یې زما له غاړې السونه تاو کړل؛ خو ما یوازې وخندل او السونه مې همداسې ساړه پرېښودل‪.‬‬

‫هیر په سلګیو کې زما مننه وکړه او په مخ یې دوه ځله ښکل کړم‪ .‬بیا مو چای سره وڅښه‪ .‬تر ناوخته مو کیسې سره وکړې‪.‬‬

‫په هسپتال کې له وروستۍ ورځې وړاندې هیر له خپل واده خبر کړم‪ .‬هغه له روغتونه خارج شوه او زما هم د پالن شوې درملنې وروستۍ‬
‫دوه ورځې پاتې وې‪ .‬زه د هیر په راکړي ادرس د هغې کور ته ورغلم‪ .‬پراخ کور یې و‪ .‬ښکلې ونې پکې والړې وې‪ .‬ما ته یې د کور‬
‫مشرانو ځانګړی ښه راغالست ووایه‪ .‬ویر له کلکې غاړې راکولو وروسته خپلې کورنۍ ته ور وپېژندلم‪ .‬بیا یې له السه ونیولم او د هیر کوټې‬
‫(خونې) ته یې بوتلم‪ .‬هغه د واده په جامو کې سینګاره شوې وه‪ .‬ښکلې ښکارېده‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د واده مرا سم پیل شو‪ .‬زما له پاره زړه راښکوونکي و‪ ،‬ځکه یوازې په څو هندي فلمونو کې مې د واده صحنې لیدلې وې؛ خو دا بلها ښکلې‬
‫شیبې وې‪ .‬د هسپتال یو څو کارکوونکي‪ ،‬ډاکټران او ناروغان هم دغو مراسمو ته راغلي وو‪ .‬د واده کېسه په دوو ورځو کې ختمه شوه‪ .‬په‬
‫وروستۍ ورځ یې زما له پاره د سندرو پروګرام د دوهم ځل له پاره جوړ کړ‪ .‬د خیال محمد استاذ او ناشناس یو دوه کالسیکې سندرې پکې‬
‫غږېدې‪ .‬کله چې د واده مراسم ګرم شول‪ .‬ما مایک را واخیسته او د سټېج سر ته وختم‪ :‬د (دل والې دلهنیا لې جاینګې) فلم د واده سندره مې‬
‫پیل کړه‪:‬‬

‫مهندي لګا کې رکنا‬

‫څهره سجا کې رکنا‬

‫څهره سجا کې رکنا ‪....‬‬

‫د هیر سترګې له حیرانتیا خالصې پاتې وې‪ ،‬د سندرې منځ کې د هغې څو سهیلو او د ویر ملګرو (ډانس) پیل کړ‪ .‬ویر خپله رباب ته الس‬
‫کړ‪ .‬هیر د هغه په لور خواږه‪ ،‬خواږه ورکتل‪.‬‬

‫د واده مراسم ختم شول او زه بیا د خپلې وظیفې په لوري راغلم‪.‬‬

‫ال به زمونږ خبرې جاري وې‪ ،‬چې د کور زنګ وکړنګېده‪ .‬زه ورغلم‪ .‬هیر چې ولیدم‪ :‬او هیلو! غږ یې له خولې وخوت‪ ،‬ښه وه چې دواړه‬
‫السونه یې په غوټو بند و؛ که نه غاړه یې راکوله‪ ،‬چې ښایي د سدرا غوسه یې راپارولې وه‪ .‬که څه هم سدرا داسې نه وه؛ خو بیا څه ښه یې‬
‫ویلي‪ ،‬چې‪ :‬ښځه له خاوند پرته هر څه در شریک کولی شي‪.‬‬

‫له هیر سره مو تر ناوخته ټوکې وکړې‪ .‬هغې ته مې څو ځلې د خوب یادونه وکړه؛ مګر هغه له سدرا سره داسې په خبرو مصروفه وه‪،‬‬
‫چې زه یې هیر کړی وم‪ .‬د خبرو په منځ کې یې ما ته مخ را واړاوه‪ :‬هند کې د سپینې سپوږمۍ دا شان اوږدې شپې مونږ په کېسو تیرو! او‬
‫تاسو دلته؟‬

‫ما وخندل‪ :‬په خوب‪!...‬‬

‫هغې هم خندا را بدرګه کړه او له چوپېدو وروسته یې وپوښتل‪ :‬کله دې اسمان ته په برګو کتلي‪ ،‬چې په دې سپوږمۍ کې د ښکال څه شي‬
‫دی؟‬

‫ومې ویل‪ :‬شاعران وایي‪ ،‬چې سپوږمۍ د مینانو د زړونو احوال یو تر بله رسوي؛ ځکه خو مونږ وایو‪:‬‬

‫سپینې سپوږمۍ حال راته وایه‬

‫زما اشنا مجلس له چا سره کوینه‬

‫عاشقان وایي‪ :‬په سپوږمۍ کې د خپلو محبوبو څهره ویني او د زړه تنده پرې ماتوي؛ خو زه یې دومره احسانمند یم‪ ،‬چې په تورې شپې کې‬
‫له کومې مصنوعي رڼا پرته د هغې په مرسته خپلې مینې ته ورسېدلم‪.‬‬

‫— مطلب؟ تا واده کړی!‬

‫—هو! همدا شان د ‪ ۱۵‬شپې رڼه سپوږمۍ راختلې وه‪ ،‬چې په روښنایي کې یې زما او د سدرو د روحونو او زړونو د تکمیل تړون (واده)‬
‫وشو؟‬

‫— څومره ښه!‬

‫مننه مې وکړه؛ خو ته یې ولې ښکال نه منې؟‬

‫ویې موسل‪ :‬نور یې زه هم منم‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫دریو واړو یو بل ته سره وکتل او په ګډه مو وخندل‪.‬‬

‫شپه همداسې په خبرو او وروستۍ برخه یې په خوب تېره شوه‪ .‬هیر که له مونږ سره یوځای د سهار لمونځ ونکړ؛ نو سدرو ته یې د جاي‬
‫نماز په هوارولو کې کوم ځنډ ونکړ او زمونږ په څیر ډیره وختي راپاڅېدلې وه‪ .‬د سهار په چایو کې یې پېښور ته د راتګ اصل هدف روښانه‬
‫کړ او ویې ویل‪ ،‬چې دلته د ځینو لنډیو د تاریخچې د پلټنې له پاره راغلې او افغانستان ته هم سفر کوي‪.‬‬

‫ما ترې ټپې وغوښتې!‬

‫هغې راکړې‪ .‬تقریبا ً سل لنډۍ وې‪ ،‬چې د ځینو تاریخي ټپو تر څنګ پکې دا لنډۍ هم وې‪:‬‬

‫سپوږمیه کړنګ وهه راخېژه‬

‫یار مې د ګلو لو کوي ګوتې ریبینه‬

‫چرته لندن چرته چترال‬

‫بې ننګي زور دی پېرنګی چترال ته ځینه‬

‫ته به د کوم وطن ډېوه یې‬

‫زه دهجران په تروږمۍ کې ناسته یمه‬

‫په تناره والړې پېغلې‬

‫ډوډۍ دې نه خورم د دیدن وږى دې یمه‬

‫ښه ده چې ستالهلوري پرې شوه‬

‫دبنګړوبار وې په یارۍ دې شرمېدمه‬

‫ګودر ته ځم راپسي راشه‬


‫منګي مې دوه دي نرۍمالمې ماتوینه‬

‫بې وروره خور په کلي راغله‬

‫اواز یې وکړو چې د چا کره به ځمه‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫لیال زړه شوه زور یې کم شو‬

‫له منګو پریوته کوزې راډکوینه‬

‫جانان دې بل وطن ته نه ځي‬

‫دا خپل پیزوان د مارګلې په کنډوږدمه‬

‫د یارانې قیمت دې وایه‬

‫که د بابا میراث مې ځي تیاره یمه‬

‫ستا د دیدن ماښام ته ناست یم‬

‫زما روژه به تر قیامته پورې وینه‬

‫ستا یارانه اور اوبه دي‬

‫اور مې سیځي اوبه مې ښکته ډوبوینه‬

‫ما یارانه کله کوله‬

‫سر تور والړ وې له ښېرو دې وېرېدمه‬

‫ستا د راتلو لوظ میرات شه‬

‫زه دې د ګوتو ښه شمارلو ستړی کړمه!‬

‫یار مې هندو زه مسلمان یم‬

‫د یار له پاره درمسال جارو کومه‬

‫د تنبل غږ دې لېونی کړم‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫خاورې دې مه شه د اوږدو ګوتو سرونه‬

‫په خوله به جنګ درسره وکړم‬

‫د زړه کوڅې به در نه څنګه بیلومه‬

‫غمدېکمیسنهدیچېزوړشي‬

‫زمالهعمرهسرهسمشولستاغمونه‬

‫راشه دا خپل تصویر سمبال کړه‬

‫په ما د ژمي شپې په ویښه تیروینه‬

‫کوڅه کې بیا لیال والړه‬

‫د خوار مین دیدن ته سترګې غړوینه‬

‫د ځینو لنډیو تاریخچه ما ورته وویله او د ځینو نورو تاریخي شالید مې له نورو ملګرو وغوښته او د پښتو ژبې د څو سترو ادیبانو دری‪،‬‬
‫څلور کتابونه مې هم ورکړل‪ ،‬چې په د لنډیو په اړه لیکل شوي و‪ .‬په همدغه ورځ ماسپښین مهال له سدرا سره یوځای هیر او زه قصه خوانۍ‬
‫ته هم الړو او د باالحصار په ګډون مې د هند د مشهور فلمي ستوري دلیپ کمار (پښتون یوسف خاان) کور هم ور وښودل‪ .‬ورځ ښه په مزو‬
‫تېره شوه‪.‬‬

‫د ماخوستنۍ پر مهال هیر یوه فورمه راکړه او ویې ویل‪ :‬د مینې‪ ،‬ښکال او ژوند په اړه خپل نظر په یوه‪ ،‬یوه کرښه کې ولیکه‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬د څه له پاره؟‬

‫کړه یې‪ :‬د دې دریو کلمو په اړه د پښتنو د نظر اټکل اخلم او تر نورې نړۍ یې رسوم‪.‬‬

‫په فورمه مې ورته ولیکل‪:‬‬

‫مینه‪:‬‬

‫له هندي شاعر بهګت کبیر نه چا پوښتنه وکړه‪:‬مینه څه ته وایي؟‬

‫کبیر ځواب ورکړ‪:‬مینه داسې ده لکه کوم ګونکی چې ګوړه وخوري‪ ،‬خو د خوند اظهار یې نه شي کوالی‪.‬‬

‫ښکال‪:‬‬

‫د سیند غاړه‪ ،‬د خندانېلیال څو تاره په مخ لویدلي وېښته‪ ،‬د شمال نرۍ څپه چې د ګالبي بدن وږم له ځان سره راوړي‪ ،‬د معصومو سترګو‬
‫زړه راښکونکی انداز‪ ،‬د نرمو خبرو خوږلني‪ ،‬او تر یوې لویې ونې الندې په سخت اوړي کې ایښي جام او په ګودر باندې د دوو مینو بانډار‬
‫ته ښکال وایي‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ژوند‪:‬‬

‫که ژوند درته د ژړېدو سل الرې ښایي؛ ته ورته د خندېدو زر الرې وښایه‪ ،‬دا یوه لوبه ده‪ ،‬چې ګټل او بایلل باید پکې له هر څه وړاندې‬
‫ومنو‪.‬‬

‫خپله فورمه مې هیر ته ورکړه‪ .‬هغې وکتله او له حیرانتیا وروسته یې وویل‪ :‬بهګت کبیر پېژنې‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬لږ او زیات‪...‬‬

‫تر ډیره یې د بهګت کبیر د ژوند‪ ،‬شخصیت او ادبي هڅو په اړه معلومات راکړل او ما بیا پښتانه شاعران ور وپېژندل‪ .‬د بحث په اخېره کې‬
‫یې د بهګت کبیر یو روماني غزل ووایه‪ .‬ما یې په ځواب کې د خالق زیار غزل ورته ووایه‪:‬‬

‫ال وتی مې تر دې وخته د زړه له کوره نه دی‬

‫ال وږم د هغه ګل جانان مې هغسې په زړه دی‬

‫نور هم و بلها ډیر خو بیا د وخت سره وران شوي‬

‫یو داغ دی ستا د مینې چې ساتلی مې په زړه دی‬

‫په هغه دغه نه شي مال به کلکه تړل غواړي‬

‫لویدل دي پاڅېدل دي دا سفر د ژوندانه دی‬

‫بل نه وه داسې ښکلی په دې کلي دې محلت کې‬

‫بایللی مې پرې زړه هغسې خدای له پاره نه دی‬

‫د زړه د حال پوښتنه چرته څوک چې را نه وکړي‬

‫بس هسې له ناکامه ورته وایم چې اوس ښه دی‬

‫نه دومره بوډا شوی نه څه رنځ ورپورې شوی‬

‫دا زیار چې د کټ کړی بل څه نه دی بېلتانه دی‬

‫هیر له سدرا سره ډیره بلده شوې وه‪ ،‬له ترور سره یې هم ګپ پیدا کړی و او څو ځله یې مالله هم لیدلې وه‪ ،‬زمونږ ښوونځي تهورغلې وه او‬
‫ما سره یې هم بحثونه جاري و‪ .‬په بله ورځ پېښور پوهنتون ته الړه او د شپې چې خپل کمپیوټر ته ځیر وه را غږ یې کړل‪ :‬راځه یوه زبردسته‬
‫څېړنه درباندې وګورم!‬

‫زه ورغلم او هغې وویل‪ :‬یوه امریکایي څیړونکي په زړه پورې څېړنه کړې؛ هغه دا چې که د انګلیسي توري (الفبا) ته له ‪ A‬څخه تر ‪Z‬‬
‫پورې د ‪ ... ۱،۲،۳‬حسابي شمېرې ورکړو؛ یعنې هر توری د عددونو سره د ابجدو په ترتیب ولیکو؛ نو وبه ګورو‪ ،‬چې کوم توری سل شمېر‬
‫پوره کوي او هغه کار ‪ ۱۰۰‬سلنه درست ثابتیږي‪.‬‬

‫لومړی سخت کار (‪ )hardwork‬ګورو‪:‬‬

‫‪H+a+r+d+w+o+r+k= 8+1+18+4+23+15+18+11= 98%‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫اوس پوهه (‪ )knowledge‬ګورو‪:‬‬

‫‪K+n+o+w+l+e+d+g+e= 11+14+15+23+12+5+4+7+5= 96%‬‬

‫مینې (‪ )love‬ته به ورشو‪:‬‬

‫‪L+o+v+e= 12+15+22+5= 54%‬‬

‫بخت (‪ )luck‬هم ازمایو‪:‬‬

‫‪L+u+c+k= 12+21+3+11= 47%‬‬

‫زه نو پیسه (‪ )money‬به وزن کړو‪:‬‬

‫‪M+o+n+e+y= 13+15+14+5+25= 72%‬‬

‫خیر دا هم نشو؛ نو قیادت او رهبري (‪ )leadership‬خو شته که نه‪:‬‬

‫‪L+e+a+d+e+r+s+h+i+p= 12+5+1+4+5+18+19+8+9+16=97%‬‬

‫دا خو هیڅ کلیمه ‪ ۱۰۰‬شمېر پوره نکړ؛ نو ولې کړه وړه (‪ )attitude‬نه ګورو‪:‬‬

‫‪A+t+t+i+t+u+d+e= 1+20+20+9+20+21+4+5=1005‬‬

‫معلومه شوه‪ ،‬چې یواځې ځان اصالح کول زمونږ ژوند ته تغیر ورکولی شي‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬بیخي د کمال څیړنه یې کړې ده؛ خو ژوند هلته ژوند شي‪ ،‬چې پیار (مینه)‪ ،‬پریوار (کورنۍ) او پیسه (شتمني) سره یوځای شي‪ .‬هیر‬
‫چې د بحث هوډ یې نه و‪ .‬په خپل کمپیوټر کې لګیا مصروفه پاتې شوه او ما یې ځینې یاداشتونه او له هنده راوړې تحفې کتلې‪ .‬کله مې چې‬
‫خونې ته ور وکتل‪ ،‬دروازه نیمه خالصه وه‪ .‬سدرا السونه په یو بل ایښي و او ویده شوې وه‪ .‬زه غلی ورغلم او د سړو (یخنۍ) له امله مې‬
‫پرې شړۍ هواره کړه‪ .‬په تندي مې ښکل کړه او د مخ ویښته مې شا ته ورته واړول‪ .‬بیرته د هیر لوري ته راغلم‪ .‬هغې وویل‪ :‬په پښتنو کې د‬
‫انجلۍ ښکلول منع نه دي؟‬

‫ما وویل‪ :‬خو په توره تیاره کې د خپلې میرمن ښکلول منع نه دي‪ .‬له لنډې مسکا وروسته مې زیاته کړه‪ :‬مګر تا چې زما لور ته راکتلي دا‬
‫جرم دی‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬بښنه غواړم‪ .‬ما یوازې په تا پسې وکتل‪ ،‬چې یو ناڅاپه چیرته پاڅېدلې‪.‬‬

‫هیر وویل‪ :‬پښتانه ولې د مینې په اړه دومره سختي کوي‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬نه پوهېږم‪ .‬مګر مونږ هم پټې مینې لرو‪.‬‬

‫ــ او هغو مینو ته مو څوک پریږدی؟‬

‫ــ نه؟ ځکه خو وایي‪:‬‬

‫خولګۍ مې واخله ژر را پاڅه‬

‫په پټه‪ ،‬پټه ستا تر څنګ راغلې یمه!‬

‫ــ نو د دې مینې انجام څه وي‪.‬‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ــ کله ناکله ښه او زیاتره بیا ډیر بد‪ .‬دلته د ډیرو مېینو ارمانونه د قبرستان مړي شي او یو نیم بختور بیا د مینې ترالسه کولو وروسته جنتي‬
‫ژوند خپل کړي‪.‬‬

‫ــ تا له سدرا سره په مینه واده وکړ؛ که نه؟‬

‫ــ په مینه!‬

‫ــ له ټولنې او خلکو ډار نه و‪.‬‬

‫ــ نه؛ زه د رحمان بابا مرید یم‪ .‬رحمان بابا پېژنې؟‬

‫ــ هو؛ خو ولې هغه د مینې په اړه څه کړي‪ ،‬یا څه ویلي؟‬

‫ــ هغه ویلي‪:‬‬

‫هغه تېر شول چې مې مینه په غال‪ ،‬غال کړه‬


‫اوس په درست جهان رسوا ده په غال نه ده‬

‫هیر واه‪ ،‬واه وکړل او ژر یې خپلې کتابچې ته الس کړ‪ .‬لنډۍ او شعر مې لومړی په پښتو ورته ولیکل‪ .‬وروسته هغې په هندي رسم الخط‬
‫ه م ولیکل‪ .‬تر ډیره مې له هیر سره د لنډیو د څیړنې په اړه هم خبرې وکړې‪ .‬خپلې خونې ته د تګ پر وخت یې را ته وویل‪ :‬سر له سبا زه‬
‫ښار کې اطاق نیسم‪ .‬خپل سامان مې نن شپه تړم‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬څه تکلیف خو به نه وي درته رسېدلې‪.‬‬

‫ویې ویل‪ :‬نه؛ مګر تاسو مې ډیر تکلیف کړي یاست‪.‬‬

‫ومې خندل‪ :‬مونږ میلمه ته په زړه کې ځای ورکوو؛ که هغه هر څوک وي او ستا غوندې تکړه میرمن چې وي؛ نو بیا خو بهر کې د مېشت‬
‫کېدو کوم جواز نه پیدا کیږي‪.‬‬

‫هغې ډیر نه او نو وکړل‪ .‬خو ما و نه منله‪.‬‬

‫هیر ‪ ۲۵‬ورځې زمونږ په کور کې تیرې کړې او ‪ ۵‬ورځې وروسته کابل ته روانېده‪ .‬ما وویل‪ :‬زه به هم درسره الړ شم؛ خو هغې ویل‪ ،‬چې‬
‫کابل کې د هند سفارت څو کارکوونکي پېژني او پاتې ‪ ۱۵‬ورځې به هلته د لنډیو په څېړنې او خپلې سرویې تیرې کړم‪ .‬هیر مو له پوره‬
‫درناوي سره رخصت کړه‪ .‬له سدرا سره یې ښه کلکه غاړه ولګوله‪ ،‬ماللۍ یې په تندي او خاله یې په السونو ښکل کړه‪ .‬تر ښاره زه هم‬
‫ورسره وم او بیا هغه د پېښور باچا خان هوایي میدان ته الړه‪.‬‬

‫د ‪ ۲۰۱۱‬کال تر پایه زه هم کور کې پاتې وم‪ .‬په دې ښکلي وخت کې سدرو مور او زه پالر شوم‪ .‬څښتن تعالی د ودان په نوم زمونږ ژوند‬
‫ته یو نوی ښاېست راوبښه‪ .‬ژوند ښه په ک ېسو او مزو تېرېده‪ .‬د سیکریټ ګارډ کارونه مې یو څه کم کړي و‪ .‬په یو نیم کال کې دری ځله‬
‫افغانستان ته الړم‪ .‬هلته مې د خپل کور او ځمکو نیږدې څارنه وکړه‪ .‬کور جوړ شوی و‪ ،‬پوهنتون مې هم ختم کړ‪.‬‬

‫دنوي کال په لومړۍ ورځ مې سدرا له ځان سره کړه او د جنرال کور ته ورغلو‪ .‬عایشه ترور مو په ناڅاپي ورتګ حیرانه کړه‪ .‬زه له جنرال‬
‫صیب سره او سدرا له عایشه ترور سره یوځای شوه‪ .‬جنرال خبر راکړی و‪ ،‬چې یوه اونۍ کې د کشرۍ لور واده کوي‪ .‬د واده له پاره مو‬
‫تیاری ونیو‪ .‬جنرال خبر کړم‪ ،‬چې له ځینو نویو حرکاتو خبر شوی او باید چې ځیرک واوسو‪ .‬په یوه اونۍ کې واده تیر شو‪ .‬د واده په‬
‫ماخوستن د ناوې مور ډیره خفه وي؛ مونږ هم له خپلو ماما ګانو او د هغوی له میرمنو سره یوځای په همدې پار د جنرال کره راغلو او هغې‬
‫ته مو تسلي ورکړه‪ .‬سدرا نیږدې ورغله او څنګ ته یې کېناسته‪ :‬ترور چې خفه نشې که یوه لور دې بل کور ته الړه؛ نو زه خو درته راغلم‪.‬‬
‫سر له سبا به دې زه د لور په څیر خدمت کوم‪ .‬هغې په سر ښکل کړه او ویې خندل‪ .‬مونږ ټولو هم وموسل‪ .‬جنرال د خپل کور په باغچه کې‬
‫زما له ماماګانو سره ناست و او زما په اړه یې خبرې سره کولې‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫جنرال هم ډیر عجیب سړی و‪ .‬سره له دې چې یو سخت نظامي و‪ ،‬مهربانه زړه یې درلود او زما له ماماګانو سره یې تر نیمې شپې د‬
‫ژوند‪ ،‬زندګۍ‪ ،‬خپلوۍ‪ ،‬شجرو او ملګرتیا کیسې وکړې‪.‬‬

‫له سدرا سره یوځای مې د جنرال کره ‪ ۱۰‬ورځې تیرې کړې‪ .‬د لسمې ورځې په مازدیګري کې ګلستان هم راپیدا شو‪ .‬هغه کلکه غاړه‬
‫راکړه او ویې ویل‪ :‬بیخي دې هیر کړو‪ .‬ما وویل‪ :‬ته د هېواد په یو سر (بدخشان) او زه بل سر (پېښور) کې بوخت و؛ څنګه به مو سره لیدلي‬
‫وای‪ .‬ویې خندل او بیا مو له جنرال سره یوځای ډوډۍ وخوړه‪ .‬د چایو څښلو له پاره باغچې ته ووتلو‪ .‬په باغچې کې مې جنرال ته ناڅاپي‬
‫وویل‪ :‬جنرال صیب! د سکریټ ګارډ ټیم جوړولو سوچ څنګه در سره پیدا شو؟‬

‫جنرال د طاووس له پنجرې نه نظر زما په لوري را واړاوه؛ په ځیر ځیر کتلو سره یې وویل‪ :‬یوه ورځ مې د خپلې دندې پر مهال قاتل‬
‫ونیو؛ په بله هفته ښار کې خالصې تڼۍ ګرځېده؛ ځکه ثبوت نه و‪ .‬په تورخم بارډر مو د انجونو او ماشومانو اختطاف کوونکې ډله ونیوله؛ خو‬
‫د پیسو په زور بیرته ازاد شول‪ .‬همداسې مو څو ځله غله‪ ،‬زور واکي‪ ،‬قاتالن‪ ،‬شوکمار او بلها نور مجرمان ونیول؛ خو د ثبوت نشتون‪ ،‬د‬
‫پیسو او واسطو زور وو‪ ،‬چې په دوهمه ورځ به له ډیر عزت سره یوځا ی ازاد ګرځېدل او مونږ به له شرمه سر ښکته کړی و‪ .‬زما د یوې‬
‫زړې بوډۍ د همت هغه څپېړه اوس هم نه هیریږي‪ ،‬چې د لور قاتل یې ما ونیو؛ خو وروسته د ثبوت په نشتون کې ازاد شو؛ نو هغې زما‬
‫احساس او ضمیر را ویښ کړ‪ .‬له هغې وروسته مې سوچ وکړ‪ ،‬چې حکومت مونږ ته ماشینې او تمانچې ولې راکړې؟ ولې د دې استعمال نه‬
‫کوو؛ خو بیا هم زهخپل هدف ته نه رسېدم او زړه مې نه یخېده؛ نو مجبور شوم‪ ،‬چې سکریټ ګارډ ټیم جوړ کړم‪.‬‬

‫ورځې او شپې تیرېدې‪ .‬د جوالیي په میاشت کې مې خاله او پالر جان هم ننګرهار ته راوستل او له هغه ځایه لوګر ته په چکر الړو‪ .‬د‬
‫اوړي یوه میاشت هلته تېره شوه‪ .‬د لوګر ځینې ځمکې چې د چارمغزو‪ ،‬بادامو او مڼو باغونه مې پرې کرلي وو‪ ،‬ډیر ښکلي ښکارېدل‪ ،‬پالر‬
‫جان او کشر ورور (عادل) ته یې ډیر خوند ورکړ‪ .‬خو میره مور د ښاري طبیعت له امله یوه اونۍ وروسته سخته زړه تنګې شوه؛ نو مجبور‬
‫شو‪ ،‬چې نیمه میاشت وروسته بیرته پېښور ته راشو‪.‬‬

‫جنرال په وروستۍ ورځ را ته وویل‪ :‬د قوماندان ګیالن لږ څه پته لګېدلې ده‪ ،‬چې څه پالن باید ورته ونیسو‪ .‬ومې ویل‪ :‬په ‪ ۳‬ورځو کې له‬
‫پېښور بېرته راګرځم‪ ،‬یعنې د اګست په ‪ ۸‬اتمه‪.‬‬

‫د اګست میاشتې ‪ ۷‬نېټه وه‪ ،‬چې د جنرال په کور له برید خبر شوم‪ .‬پالر او خاله مې له کیسې خبر کړل‪ .‬سدرو ته مې هم وویل‪ ،‬چې زه‬
‫باید د یوې اونۍ له پاره د جنرال صیب خوا ته ورشم‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬تګ الزمي دی؟‬

‫ما وویل‪ :‬بالکل‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬دېخوا راشه‪.‬‬

‫ورغلم او ښکل یې کړم‪ .‬ما وموسل او له غومبري مې کلکه کړه‪ .‬له خولې یې د تل په څیر اوف اواز وخوت او زه روان شوم‪.‬‬

‫د کور په وره کې خاله وویل‪ :‬سدرا د دوهم ځل له پاره مور جوړېدونکې ده‪.‬‬

‫زه حیران شوم او بیرته د سدرا په لور راوګرځېدم‪ .‬هغه مې په تندي ښکل کړه او ومې ویل‪ :‬سدرا وبښه؛ زه سخت مجبور یم‪ ،‬چې الړ شم‪.‬‬
‫نه مې غوښتل‪ ،‬چې الړ شم؛ خو ډیر مجبور یم‪ .‬هغې وخندل‪ :‬ته ولې د لیونو په څیر خبرې کوې‪ .‬ما سره خاله شته‪ .‬ته خپل کار کوه؛ مګر‬
‫بیرته ژر را وګرځه‪.‬‬

‫په جالل اباد ښار کې له جنرال سره مخ شوم‪ .‬هغه ته مې وویل‪ :‬که ته کور ته الړ شې؛ ټول دې پیژني؛ زما هویت چا ته هم معلوم نه دی؛‬
‫باید زه الړ شم‪.‬‬

‫هغه ویل‪ :‬زه هم درځم او ستا څارنه کوم‪.‬‬

‫کور ته ننوتلم‪ .‬یو تن غټ خېټی انسان په څوکۍ ناست و‪ .‬داسې لکه مخکې له مخکې چې د چا د راتلو انتظار کوي‪ .‬په کبرجن نظر یې‬
‫راوکتل‪ :‬څنګه یې د سیکرټ ګارډ ټیم اتله؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ومې خندل‪ :‬ښه یم د دې خاورې د خاینانو مشر بوتله!‬

‫دوهمه خبره یې له خولې و نه وتله او دوو کسانو ته یې ورغږ کړل‪ :‬ویې وژنې دا د بې ناموسه زوی!‬

‫لومړی کس را مخامخ شو‪ .‬بې حده زیات تور و‪ .‬پوه شوم‪ ،‬چې پنجابی دی‪ .‬د تورو شونډو په ښورولو سره یې په انګلیسي وویل‪You are :‬‬
‫‪( finish‬ته ختم شوې)‪.‬‬

‫ما وویل‪ :‬ښه ټوکه ده‬

‫ــ (ټوکه) ؟‬

‫ــ(هو ته چې پیل ته پای وایې؛ نو دا له ټوکې پرته نور څه کېدلی شي)؟‬

‫الس یې اوچت کړ‪( You’re… :‬ته خو‪)...‬‬

‫ما یې د لومړي وار نه سر ښکته کړ او هغه مې څنګ نه ووت؛ ما هماغسې شا ته لغته ورکړه او په یوې تېرې اوسپنې یې د بدن جنسي‬
‫غړي ولګېدل‪ ،‬چ یغه ترې پورته شوه‪ .‬ما وویل‪(:‬درته ویلي مې و‪ ،‬چې الس مه اوچتوه که نه په عجیبه النجې کې به ښکیل شې)‪.‬‬

‫په دوهم کس پسې دریم راغی‪ .‬هغه فارسي وویله‪ .‬په خبره یې ډیر پوه نشوم؛ خو چې ما ورته وویل‪ :‬چیطور خوب ترکیب است (ایرانی‬
‫همرای پنجابی)! نو هغه ترخه خندا وکړه او زما په لوري یې منډه را واخیسته‪ .‬یو دم ودرېده او له څټ نه یې تمانچه را واخیسته؛ مګر زه‬
‫پرې مخکې شوم‪.‬‬

‫‪ ۶‬تنه ووژل شول؛ خو کله چې د مشر او ‪ ۷‬تن وار را ورسېده هغه پټ شوی و‪ .‬ما د منډې په حالت کې ولیده‪ ،‬په پښو کې مې ډز ورته‬
‫وکړ‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬ما څه کړي‪ ،‬چې وهې مې؟‬

‫له غوسې مې د غاړې رګونه را وتلي و‪ ،‬په لوړې غیر اختیاري چېغې سرهمې وویل‪ :‬ستا وخت ښه نه دی تر اوسه خو ژوندی یې؛ که نه‬
‫دومره وخت د دښمن مشر ته نه ورکوم‪ .‬په دې سره مې له خپل کمربند چاقو را واخیست او وروستی کس مې هم په مال وویشته‪ .‬عملیات پای‬
‫ته ورسېدل‪ .‬د غټ خیټي تن په لوري ورغلم‪ .‬هغه د جنرال د باغچې په وره کې پروت و‪ .‬د څټ له رګونو یې تېزه وینه تله او ژر مړ‬
‫کېدونکی ښکارېده‪ .‬ومې خندل‪ :‬ستاسو مشران تر اوسه هوښیار شوي نه دي او هر ځل ‪ ۷‬تنه رالیږي‪ .‬دا د ‪ ۷‬پالن خو ما ډیر مخکې پېژندلی‬
‫او د ناکامۍ وروستۍ لمبه یې ختونکې ده‪ .‬له مسکا سره مې د جنرال د کور دروازه پرانیسته‪.‬‬

‫عملیات پای ته ورسېدل‪ ،‬مونږ په هماغه ورځ د جنرال دوی کډه په ننګرهار کې زمونږ پر ځمکه اباد کور ته راوړه‪ .‬دوه ورځې تېرې‬
‫شوې؛ زه بیرته پېښور ته الړم او د سدرا خوا ته مې ځان ورساوه‪ ۳ .‬میاشتې مې پېښور کې تیرې کړې‪ .‬زمونږ په کورنۍ کې د سیلۍ په نوم‬
‫یو بل نوم هم اضافه شو‪.‬‬

‫وخت په تېزۍ تېرېده‪ ۲۰۱۳ .‬کال هم تېر شو؛ خو د جنرال ګیالن درک نه لګېده‪ .‬زمونږ فعالېتونه هم کم رنګه شوي و؛ خو له دې خطر‬
‫هر وخت خبر و‪ ،‬چې یوه ورځ به هغه برید کوي؛ مونږ ټول په دې یقیني و‪ ،‬چې جنرال ګیالن ژوندی دی؛ځکه د مړینې له خبر وروسته یې‬
‫چا د جنرال په کور برید وکړ‪ .‬په هغه برید کې هم د تېرو حملو په څیر د ‪ ۷‬شمېره واضحه وه‪ .‬زمونږ عملیات په ټول افغانستان کې کم شول‪.‬‬
‫د سیکریټ ګارډ اکثرو غړیو خپلو کورنیو سره ژوند پیل کړ؛ مګر هر وخت به مو تماسونه سره کېدل‪.‬‬

‫د ودان خبرو او د سیلۍ منډې وهلو زمونږ په کورنۍ کې یوه نوې ساه پیدا کړې وه‪ .‬نصیر‪ ،‬عادل او د خاله زوی (میرویس) ته مو هم ښه‬
‫په جوش سره ودونه او کوژدې وکړې‪ .‬ژوند رنګین تېرېده‪ .‬ما به اوس هم وخت نا وخته سدرا ځوروله‪ .‬یوه ورځ چې خپله باغچه کې پروت‬
‫وم سدرا مې تر خوا راغله او ویې ویل‪ :‬ته ډیر عجیبه انسان یې!‬

‫ومې ویل‪ :‬څنګه؟‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫کړه یې‪ :‬کله چې ودان پیدا کېده؛ خوشحاله وې؛ خو چې سیلۍ پیدا کېده؛ وارخطا وې‪.‬‬

‫زه دې میرمن یم؛ خو ډیرې خبرې دې را نه پټولې؛ مګر خاله ته دې هر څه ویل‪.‬‬

‫له واده وړاندې دې ملګرو سره بنډارونه کول؛ مګر اوس له کوره نه وځې؟‬

‫ما وویل‪ :‬بس او که نور سوالونه هم شته‪.‬‬

‫هغه غوسه شوه‪.‬‬

‫و مې ویل‪ :‬توبه خدایه! توبه! څه په مرچکۍ اوښتی یم‪ .‬له واده وړاندې خو داسې نه وې‪.‬‬

‫هغې وخندل‪ :‬اوس صحیح شو‪.‬‬

‫ما هم وخندل‪ :‬کله چې سیلۍ دې نړۍ ته راتله؛ ویرېدم چې خدای مه کړه؛ څه بد پېښ نشي‪ .‬بله دا چې خاله زما د مور په څیر پالنه کړې؛‬
‫نو ځکه هر څه ورته وایم؛ خو چې ته مې میرمن شوې یې؛ نو له تا مې هم څه نه دي پټ کړي‪ .‬او دریم ځواب دې مشهور ولسي شاعر دین‬
‫محمد منګل درته وایي‪:‬‬

‫اوس مې نه لګي نظر د چا په حسن‬

‫ستا نظر راڅخه هر یو نظر یوړ‬

‫سدرا زما په اوږه سر کېښود او خپل الس یې زما پر سینه پرېښود‪ .‬ما هغې ته کتل او هغې سترګې پټې کړې‪ .‬په دوو دقیقو کې بیا ویده‬
‫شوه‪ .‬څومره معصومه ښکارېده؛ خو همدا معصومه اوس زما ژوند و او له هغې پرته مې د ژوند تصور نشو کولی‪.‬‬

‫وخت تېرېده تر ‪ ۲۰۱۴‬کال پورې هیڅ هم ونشول او زمونږ ژوند هم عادي روان و؛ خو کله چې جوالیي میاشت پیل شوه‪ .‬جنرال ګیالن په‬
‫څو والیتونو کې د سیکرېټ ګارډ ټیم په ملګرو بریدونه وکړل‪ .‬زمونږ هېر شوي و‪ ،‬چې هغه به د خپلو ملګرو غچ اخلي؛ خو له ما پرته‬
‫څوک هم نه پوهېدل‪ ،‬چې دغه برید به له څلور‪ ،‬پنځو کالو وروسته کیږي؛ ځکه د هغوی ټوله ډله ختمه شوې وه او که ګیالن څومره هم د‬
‫ګاونډیو هېوادونو مرسته ترالسه کړې وای؛ دومره ژر یې د بیا له پاره پخوانۍ ډله نشوه جوړولی‪ .‬ما د جوالیي په ‪ ۸‬مه خپلو ټولو ملګرو ته‬
‫ایمیلونه وکړل او د سیکرېت ګارډ ډلې ټول غړي مې تیارسۍ کړل‪ .‬د جنرال ګیالن په لټه کې شولو او هره خوا مو ولټوله؛ خو دا ځل ښایي‬
‫هغه کومه نوې لوبه کول غوښتل‪.‬‬

‫په جوالیي میاشت کې مو هیڅ هم و نه کړل‪ .‬یو ځل بیا قراره قراري شوه‪ ۲۰۱۵ ،‬کال هم راغی‪ .‬له لومړۍ میاشتې ځیر ناست و؛ خو هیڅ و‬
‫نه شول‪ .‬د انګریزانو خبره بد ‪( Confusing‬ګنګستیا) کې را ګیر و‪ .‬یوه شپه له سدرا سره د خپل کور باغچې ته ووتلم‪ .‬هغه مې مخامخ را ته‬
‫کېنوله‪ .‬حیرانه وه؛ خو څهره کې یې ډار نه و‪ .‬ما وویل‪ :‬سدرو! زه چې څه وایم په خالصو غوږونو یې واوره‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬اورم یې؛ مګر څه شوي؟‬

‫ــ نه؛ خو زمونږ پخوانیو دښمنانو یو ځل بیا په مونږ بریدونه پیل کړي؛ زمونږ د ډلې څو تنه شهیدان او ځینې ټپیان شول‪ .‬زه به هم نور د‬
‫جنګ اصل میدان ته وځم‪ .‬ستا مالتړ او ډاډ مې پکار دی؛ ځکه په جنګ کې هر څه کېدلی شي؛ معلومه نه ده‪ ،‬چې کومه مرمۍ به زما د ژوند‬
‫پای ټکی وي‪.‬‬

‫ــ هغه ژړغونې شوه‪ :‬ته ولې داسې خبرې کوې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬معلومه نه ده؛ خو زړه مې ویریږي‪ ،‬چې تا‪ ،‬ودان‪ ،‬سیلۍ او زمونږ کورنۍ ته څه زیان و نه رسیږي‪ .‬زه هڅه کوم‪ ،‬چې دغه‬
‫جګړه له خپلې کورنۍ ډیر لیرې پر مخ یوسم‪ .‬سر له سبا به ته‪ ،‬خاله او پالر جان ننګرهار ته راسره الړ شئ او زه به بیا درنه کابل ته ځم‪.‬‬

‫سدرا سر ښکته کړ او بیا یې کلکه غاړه را کړه‪ .‬تر ډیره یې سر زما په اوږه ایښی و او بیا د ودان او سیلۍ په لوري الړه‪ .‬هلته ویده شوه؛‬
‫زه چې د هغې وروستي ځل ویده کېدل را په زړه کړم؛ د صابر شینواري دغه بیت چې‪:‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫هغې زلفې را خورې کړې او ویده شوه‬

‫اوس زما د رهایي صورت تیار شو‬

‫او دا لنډۍ مې سترګو ته شي‪:‬‬

‫په خپلو زلفو کې ویده شوه‬

‫د مینې لوبې ته یې یوازې پرېښودمه‬

‫په سبا د ننګرهار په لوري وخوځېدلو‪ .‬هر څه مو چې سم کړل‪ .‬نو د سیکریټ ګارډ ټول غړي مو کابل ته را وبلل‪ .‬شاوخوا ‪ ۱۵۰‬تنه‬
‫رضاکار سرتیري مو په دوو برخو ووېشل‪ .‬د یوې برخې مشري ګلستان او د بلې ما په غاړه واخیسته‪ .‬جنرال مو له څو کمانډویانو سره‬
‫زمونږ مالتړ او د دښمن څار ته وټاکه‪ .‬د جوالیي په ‪ ۶‬مو د هېواد په ‪ ۳۴‬والیتونو او د کوزې پښتونخوا په ټولو نښه شویو سیمو کې سرتیري‬
‫چمتو کړل‪ .‬د شپې تر ناوخته مو د جنرال له میرمن‪ ،‬سدرو او خپلو ماماګانو سره کیسې وکړې‪ .‬ما له پالر جان سره هم د عملیاتو خبره‬
‫شریکه کړه او د هغه دعاګانې مې له ځانه سره واخیستې‪ .‬په سبا سهار وختي مو هر ځای څارونکو ډلو او د استخباراتو مشر زمان کاکا د‬
‫قوماندان ګیالن او د هغه د وسله والو پلټنه پیل کړه؛ خو تر غرمې ناوخته په الس هیڅ رانغلل‪ .‬غرمه مهال مې جنرال ته چې کابل کې و‪ ،‬د‬
‫هغه زوړ کور ته د ورتګ خبر ورکړ‪ ،‬چې زه باید هلته الړم شم‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬زه هم درځم؛ خو ما منع کړ‪ .‬نه پوهېدم ولې ذهن مې د جنرال پخواني کور د لوبې اصل ځای باله‪ .‬په دوو موټرو کې له خپلو ‪۱۰‬‬
‫ملګرو سره ټاکلي ځای ته الړو‪ .‬کله چې کور ته داخل شو؛ نو هیڅوک مو و نه موندل‪ .‬د باغچې په لوري الړو‪ .‬له دروازې خالصولو سره‬
‫چا په سر ووهلم او د یوې درنې چاودنې اواز مې هم تر غوږ شو‪ .‬کله مې چې سترګې وغړولې‪ .‬د قوماندان ګیالن تت انځور مې سترګو ته‬
‫کېده‪ .‬یو چا راباندې اوبه وشیندلې او په دې سره مې سترګې پوره وغړېدلې‪ .‬ګیالن مخامخ را ته والړ و او وحشیانه خندا یې کوله‪ .‬ویې ویل‪:‬‬
‫پخیر راغلې سمسوره! څه یوه ښکلې ورځ ده‪ ،‬دلته ته او هلته په هدیره کې ستا د ‪ ۱۰‬ملګرو جسدونه‪ .‬زما له خولې بې واکه چیغې وختلې‪،‬‬
‫ساګانې مې ب ې اختیاره شوې‪ ،‬د ځان خورولو هڅې مې پیل کړې؛ خو زما خالصېدل ناشوني و؛ ځکه له ټول بدن مې ځنځیرونه تاو و‪ .‬د‬
‫قوماندان یو ساتونکی راغی او زما مخې ته ودرېده‪ ،‬ما الړې ور تو کړې او هغه په خوږ سینې یو مضبوط سوک راکړ‪ ،‬چې د سینې ټول‬
‫قفس مې ورسره ودردېده او بیا سترګې راباندې پټې شوې‪.‬‬

‫چې کله مې سترګې خالصې شوې ځان مې په یو ویجاړ شوي کور کې ومونده چې بې له شکه دا د جنرال کور و‪.‬‬

‫ګلستان غږ کړ دا دی زمونږ ‪( hero‬اتل) هم په خود شو‪ ،‬الس یې راکړ او خپلې اوږې ته یې تکیه کړم‪ :‬په غوږ کې یې ورو راته وویل‪:‬‬
‫دا کومه بال یې چې ‪ ۲‬مرمیو او له نیمې کیلو زیاتو باردو هم زیان نه دی در اړولي‪.‬‬

‫په ټیټ او خپ غږ مې وویل‪ :‬اثر یې ولې نه دی کړی؟‬

‫ــ نو کومه ده؟‬

‫ــ یو لیټر وینه مې ضایعه کړه؛ له سي سي خبره وتلې وه او ته وایې‪ ،‬چې اثر یې درباندې نه دی کړی‪.‬‬

‫ــ نه خدای شته‪ ،‬تا باندې هیڅ هم نه دي شوي‪ .‬هماغسې هیکل ډوله اوسپنیز بدن‪ ،‬د الماسي کاڼي کلک زړه او د پوالدو السونه‪.‬‬

‫ومې خندل‪ :‬تعریف ښه کوې؛ که دې کوم شاهي دربار کې وظیفه وموندله‪ ،‬په یوه ورځ کې به د باچاتر څنګ ځان ورسوې‪.‬‬

‫هغه جدي شو‪ :‬ریښتیا وایم‪:‬‬

‫ما وخندل‪ :‬پوهېږم‪.‬‬

‫زما په سر چکر را ته‪ .‬څنګ ته ایښې لوټې نه مې په سر اوبه واچولې‪ .‬له یوې جټکې خوړلو سره پورته شوم‪ .‬هاخوا دیخوا مې وکتل‪ .‬کړه‬
‫مې‪ :‬زه چېرته یم؟‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫ګلستان وویل‪ :‬څه درباندې وشو؟‬

‫په یوه ساه مې وویل‪ :‬قوماندان ګیالن څه شو؟ هغه خو زما مخې ته والړ و‪ ،‬ویل یې‪ ،‬چېزمونږ ‪ ۱۰‬ملګري یې وژلي دي‪ ،‬تاسې دلته څنګه‬
‫راغلي یئ جنرال صیب چیرې؟‬

‫ګلستان ژر یوه ستنه راکړه‪.‬‬

‫دا دریم ځل و چې بې هوښه شوی وم‪ .‬په هسپتال کې مې لومړی نظر په جنرال صیب ولګېده‪ .‬ټول حال مې ورته ووایه‪ ،‬دا چې قوماندان‬
‫ګیالن مې څنګه ولیده او څه مو ترمنځ پېښ شول؟‬

‫هغه وویل‪ :‬ته پوره ‪ ۳‬ساعتونه د پېښې له ځایه ورک وې؛ نو ضرور ده چې هغه به ستا له الرې زمونږ موقیعت لټوي‪ .‬ژر یې دوه تنه د‬
‫هسپتال کیمرو ته ولېږ ل چې وګوري؛ څه شکمن فعالېت خو به نه لیدل کیږي‪ .‬بېا یې بېرته ما ته مخ راوګرځاوه‪ :‬ګلستان ویل چې د نشې په‬
‫وخت کې دې وویل‪ ،‬چې ګیالن زمونږ ‪ ۱۰‬ملګري وژلي؛ خو داسې هیڅ نه دي شوي؛ مګر په یو ځای کې له هغوی سره لنډه چاودنه شوې‪،‬‬
‫چې ښایي هدف یې دوی وو‪.‬‬

‫ما خبرو ته خ وله برابروله‪ ،‬چې جنرال راوکتل‪ :‬ته ارام وکړه؛ نورې خبرې به بېا وکړو‪.‬‬

‫زما له سینې او سر نه ‪ ۱۸‬ټکونه وختل‪ .‬د دریو میاشتو ارام را ته ولیکل شو‪ .‬په سبا سدرا له ګران اغا سره یوځای هسپتال ته راغله او چې‬
‫څنګه یې زه ولیدم‪ .‬راباندې را وغورځېدله‪ .‬ویې ژړل او زما په خوږ سینه یې سر کېښود‪ .‬له درده مې آه له خولې ووت‪ .‬سدرو را نه لرې‬
‫شوه‪ ،‬په ژړغوني غږ کې یې څو ماتې ساګانې ور ګډې شوې او بېا یې وویل‪ :‬ډیر درد کوي؟‬

‫کړه مې‪ :‬نه! چندانې درد نه کوي‪.‬‬

‫هغې د ژړا په حال کې وموسل‪ :‬درواغ وایې او هغه هم ښه په جار‪.‬‬

‫ومې خندل‪ :‬کله مې درواغ درته ویلي‪.‬‬

‫ــ نا؛ خو اوس دې وویل‪.‬‬

‫ــ معمولي زخم دی په یوه اونۍ کې به بیرته ورغیږي‪.‬‬

‫له یو څه غوسې سره‪ :‬اتلس ټکونه چې ترې وخیژي معمولي زخم وي؟‬

‫په دروازه کې مې ګران اغا هم ولیده‪ ،‬چې قدمونه یې اخیستل‪ .‬سدرو ته مې وویل‪ :‬سدرو! ګران اغا له دروازې هاخوا والړ دی‪ .‬زه باید‬
‫ور پورته شم‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬د پاڅېدو وړ نه یې‪ .‬هغه پورته شوه او ګران اغا ته یې غږ ور وکړ‪ .‬په سترګو کې یې اوښکې وې‪ .‬ما وخندل‪ :‬ګران اغا! دې‬
‫کې د خفګان څه شي دي؟ زه رک روغ یم‪ .‬هغه یوازې وموسل‪.‬‬

‫یوه اونۍ د سخت زړي ډاکټر د امر له ام له هسپتال کې وم‪ .‬بیا د جنرال صیب کور ته ورغلو‪ .‬څو ورځې وروسته د خپلو ماماګانو خوا ته‬
‫هم الړو‪ .‬نه پوهېږم چې ولې له ماشومتوب راهیسې د خپلوۍ پاللو عادت لرم‪ .‬په ماشومتوب کې به هم ټوله ورځ او ډیر کله د شپې هم د خاله‬
‫کور ته ورتلم‪ .‬اوس مې سدرا هم په چکرو عادت کړې وه‪ .‬د هغې په غوښتنه مې ټول اوړی په سوات کې تېر کړ‪ .‬د ساعت تېري ښکلي‬
‫ځایونه وو‪ ،‬یوه شېبه هم د سدرا له سترګو نه خطا کېدلم‪ .‬لکه د کوچني ماشوم داسې یې څارلم‪ .‬ټوله ورځ به یې ودان په غېږ کې را کېنولی و‬
‫او خپله به زما او د سیلۍ په پالنه اخته وه‪ .‬له ‪ ۳‬میاشتو تېرولو وروسته یونیک ښوونځي او دارالمعلمین ته ورغلم‪ ،‬چې د ګوتو په شمېر‬
‫پخواني استاذان پکې پاتې وو‪ ،‬د زړه خواله مو سره وکړه او بیا د هر ملګري او یار په دیار وګرځېدم‪ ،‬نصیر او ماللې ته چې کویټې کې له‬
‫یوې موسسې سره په کار بوخت و‪ ،‬هم یوه ورځ ناڅاپي ورغلم او د ‪ ۲۰۱۶‬کال تر وروستیو پورې مې ژوند همداسې په چکرو روان و‪ .‬د‬
‫همدې کال لومړیو څو میاشتو کې د سیکرېټ ګارډ ټیم خپل عملیات بیا پیل کړل‪ .‬زه چې څو میاشتې له خپل کاري چاپیلایر ډیر لیرې په‬
‫چکرو کې پاتې شوی وم او یوازې له خپلو ملګرو به مې خبر اخیسته‪ .‬یوه اونۍ مې په دوهم ځلي ټرېننګ تېره کړه‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د جون د وروستۍ ورځې ګرمي خوله لګوله‪ ،‬چې یو خبري ژورنال کې مې جنرال ګیالن تر سترګو شو‪ ،‬چې خپله څهره یې بالکل بدله‬
‫کړې وه او د لوړ پوړو چارواکو د خوښۍ په مراسمو کې تاوېده را تاوېده‪ .‬ما جنرال صیب ته خبر ورکړ‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬څه کوو؟‬

‫کړه مې‪ :‬دا ځل نو کېسه خالصوو‪ .‬بس ده‪ ،‬دې مردار خاین په دې پاکه ځمکه ډیر ژوند وکړ‪.‬‬

‫جنرال وویل‪ :‬پالن تیار کړه‪.‬‬

‫پالن تیار شو‪ .‬هر څه مو برابر کړ‪ .‬وسلې‪ ،‬نقشې‪ ،‬موبایلونه‪ ،‬د عملیاتو الې‪ ،‬پوځي وسایل او ډیر نور سامانونه‪ ،‬چې پوهېدلو د دغو‬
‫ضرورت پیښیږي له ځ انونو سره مو واخیستل‪ .‬جنرال ویل‪ :‬په خپل ځان پام کوه‪ ،‬زه دې له څلورو خواو څارنه کوم‪.‬‬

‫جنرال ته مې وویل‪ :‬مننه! خو دا ځل له ځانه سره ‪ ۱۰‬تنه نه غواړم‪ .‬یوازې ګلستان او یو بل کس غواړم‪.‬‬

‫د جون په وروستۍ نېټې مو پل خشتي کې د قوماندان ګیالن په پټنځای عملیات پ یل کړل‪ .‬هر لوری مو وڅاره‪ ،‬زمان کاکا چې د عملیاتو له‬
‫ځای نه ‪ ۲۰۰‬متره لیرې په یو هوټل کې و‪ .‬د خپل کمپیوټر او موبایل له الرې یې د ټولو برقي وسایلو ولکه په خپل الس کې واخیسته او د‬
‫کیمرو په وسیله یې زمونږ څارنه پیل کړه‪.‬‬

‫د ماخوستن په ‪ ۸‬نیمو بجو مې د قوماندان په خونه برید وکړ‪ .‬له برید وړاندې مو په شریکه د ‪ ۱۰‬تنو ژوند ور ختم کړی و‪ .‬څنګه چې د‬
‫قوماندان خونې ته داخل شو‪ .‬له هر لوري زمونږ په پښو ډزې وشوې‪ ،‬د ګلستان په لوري مې ور وکتل؛ وغورځېده‪ .‬ورپسې دوهم ملګری هم‬
‫ولګېده‪ .‬قوماندان زما په لوري راغی‪.‬‬

‫سمسوره! غلطي دې وکړه‪ ،‬چې دلته راغلې‪ .‬زه خپله درتلم که نه‪ .‬زما سرتیري خو به اوس د جنرال صیب کور او په ننګرهار کې ستاسې‬
‫کور ته درغلي هم وي‪ ،‬ته دلته ولې راغلې‪ ،‬هغوی به دې ژغورلي و؟‬

‫ټکان مې وخوړ؛ له خولې مې چیغه وخته‪ :‬وحشي‪!...‬‬

‫هغه برګ راوکتل‪ :‬ته څه فکر کوې‪ ،‬چې تاسې قاتالن نه یئ؛ تاسې هم قاتالن یئ؛ که درواغ وایم؛ نو ته ووایه‪ ،‬چې تاسې دلته څه شي پسې‬
‫راغلي وئ؛ زمونږ مرګ پسې! که نه؟‬

‫له کیڼې پښې مې وینه جاري وه‪ ،‬دا چې د ډزو پر مهال مې ښۍ اوږه هم د دروازې له اوسپنیز چوکاټ سره ولګېده؛ سخت درد یې وکړ‪،‬‬
‫چې ال یې هم څړیکې کولې‪.‬‬

‫غوسه راتله؛ خو هیڅ مې نشو کولی‪ .‬ملګري مې مرګ حاله پراته و‪ ،‬د زغم په انتحا کې وم‪ .‬د ګیالن پاتې ساتونکو زما السونه او پښې‬
‫راوتړل او په موټر کې یې واچولم‪ .‬د غوږ ګوشکي یې چې را نه لیرې کولې؛ څو ډزې مې واورېدې او په دې یقیني شوم‪ ،‬چې په هوټل کې‬
‫ناست زمان ک اکا یې هم وویشته‪ .‬په دې وخت کې مې زړه ته شک ولوېده‪ ،‬چې دا هر څه له مخکې نه پالن شوي دي‪ .‬بیخي حیران پاتې شوم‪.‬‬
‫دا دوهم ځل و‪ ،‬چې ګیالن زما په مخکې وي او زه ورته بې وسه شم‪ ،‬پالن هم هر ځل سم وي؛ مګر عملیات سم ونشي؛ یو څه ول‪ ،‬چې زما‬
‫ذهن او زړه نه منل‪.‬‬

‫توره تېار ه وه‪ ،‬زړه مې هیڅ زور نه کاوه‪ ،‬سر مې چکر خوړ‪ ،‬په پښو مې زور وکړ‪ ،‬نشوم تکېه کېدلی‪ ،‬له وجوده مې بد بدوی راغی‪ .‬جامې‬
‫مې تر ډېره په وینو ککړې وې‪ .‬له پښې او اوږې سره‪ ،‬سره مې ټول وجود درد درلود؛ خو د پښې له امله بیخي ناقراره وم‪ .‬سترګې مې‬
‫وغړولې‪ .‬یو لور ته لږه رڼا وه‪ ،‬چې ښه ځیر شوم‪ .‬د خونې کړکۍ وه‪ ،‬چې ښایي ټوله به ‪ ۱‬متر هم نه وه‪ .‬د سینې د څښېدنې په وسیله لکه د‬
‫مار غوندې تر کړکۍ ورغلم‪ .‬زما له قده پورته نه وه‪ .‬دیوال کې دوه ځایه اوسپنیز سیخونه راوتلي و‪ .‬الس مې وروړ؛ د اوچتېدلو په هڅه کې‬
‫شوم؛ خو چې څنګه ودرېدم؛ د پښې له درده مې چېغه له خولې ووتله او په بې هوښه حالت کې را وغورځېدم‪ ،‬بې هوښي ته له ورګرځېدلو‬
‫مخکې مې د یو چا د بوټانو درانده اوازونه واورېدل‪.‬‬

‫دوهم ځل چې په هوښ راتلم‪ .‬نو پر څوکۍ ناست وم‪ ،‬مخې ته مې یو غټ مېز ایښی و‪ ،‬پر سر مې برېښنایي ګروپ راځوړند و او څنګ ته‬
‫مې تېار شوي خواړه ایښي و‪ ،‬چې څو ډوله مېوې او غوښې پکې وې‪ .‬له لیرې قوماندان ګېالن راښکاره شو‪ ،‬خندا یې په سترګو کې نڅېدله‪،‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫په لوړ اواز یې وویل‪ :‬د ظالم زویه! د منلو یې‪ .‬زه درته تسلیم شوم‪ ،‬چې ته د ماتېدو نه یې؛ نو ځکه خو غواړم چې یوه ښه مېلمستېا درته‬
‫وکړم‪.‬‬

‫زه چې له ځړېدلي سر سره ناست وم؛ په قرار غږ مې له زخمي خولې دوه کلیمې را ووتلې‪ :‬څنګه مېلمستیا؟‬

‫هغه وویل‪ :‬تا پورې اړه لري‪.‬‬

‫کړه مې‪ :‬پوهه نشوم؟‬

‫ځواب یې راکړ‪ :‬که له ما سره یوځای کېږې او هغه رذیل جنرال پرېږدې؛ نو دومره به دې ونازوم‪ ،‬چې دا دنیا به درته جنت شي؛ خو که‬
‫ځواب دې نه وي؛ نو په داسې حال به دې کړم‪ ،‬چې په زاریو به مرګ را نه وغواړې‪.‬‬

‫ومې خندل‪ :‬اوس مې له مرګه وېروې؟‬

‫په غوسه یې راوکتل‪ :‬نا‪ ،‬له مرګه هم سخت ژوند دی او زه دې له همداسې ژونده وېروم‪ .‬ستا زړه او احساسات وژنم‪.‬‬

‫بېا مې وخندل‪ ،‬دومره قرار چې یوازې هغه او ما احساسولی شوه‪.‬‬

‫هغه په مخ کلکه څپېړه راخالصه کړه‪ ،‬چې له مخ نه زیاته د زخمونو له امله په پړسېدلې غاړې ولګېده‪.‬‬

‫زخم مې وینې پیل کړې؛ په قراره مې وویل‪ :‬زه له دردونو سره عادت یم؛ خو له بې عزتي سره نه؛ که یو ځل مې السونه خالص شول‪،‬‬
‫ستا د هر ګوزار ځواب به دوه چنده درکړم‪.‬‬

‫ګیالن د سترګو په کونج کې یو تن ته اشاره وکړه‪ ،‬چې تر اوسه زما شا ته لکه سیوری والړ و‪ .‬په سر یې ووهلم‪ .‬او یوه مضبوطه لغته یې‬
‫راکړه‪ ،‬سر مې له مخامخ ایښي مېز سره ولګېده او نا اشنا سخت درد یې وکړ‪ .‬ګیالن خپلې څوکۍ ته زور ورکړ‪ ،‬نور هم را لنډ شو‪ ،‬له څټ‬
‫نه یې الس راته تاو کړ‪ ،‬په یوه چېغه یې وویل‪ :‬د سپي په مرګ به دې ووژنم؛ که زما خبره دې وا نه ورېده‪ .‬بېا اوچت شو او په تلو کې یې‬
‫ساتونکي ته شا ته راوکتل‪ ،‬چې هغه هم د اشارې امر واخیسته او د درندو سوکانو او لغتو تر باران الندې یې راوستلم‪.‬‬

‫نور مې نو هره ورځ وهل‪ ،‬ډبول خوړل‪ ،‬دومره شدید او سخت‪ ،‬چې په ورځو ورځو به مې خوله باندې خوراک نشو کولی او ټول وجود به‬
‫مې رېږدېده‪ .‬څو میاشتې همدا سلسله روانه وه‪ ،‬وجود مې له ځواکمنتیا د کمزورتیا په لور روان و‪ ،‬غوښې مې له هډونو تېښته کوله‪ ،‬کله‪ ،‬کله‬
‫به مې کمز وري محسوسوله‪ .‬نه پوهېږم څه وخت به و‪ ،‬کومه نېټه به وه؛ خو کال ‪ ۲۰۱۶‬و‪ ،‬ښایي بدل شوی نه و‪ .‬چې یو تن د پوخ عمر‬
‫ساتونکي‪ ،‬چې عمر به یې ‪ ۵۰‬ــ ‪ ۵۵‬کاله و؛ زما د ژوند تر ټولو تریخ او بد خبر راکړ‪ ،‬هغه یوه کڅوړه راګوزار کړه او په خشک غږ یې‬
‫وویل‪ :‬ستا مېرمن یې هم زندان ته راوستلې‪.‬‬

‫څو شېبې همداسې ناست وم‪ ،‬حواسو مې کار پرېښوده‪ ،‬زړه مې چاوده؛ دومره بې وسه شوی وم‪ ،‬چې حرکت راکې پاتې نه و‪ .‬خو مجبور وم‬
‫چې کڅوړه پرانیزم؛ ټوله کڅوړه له لیکونو او زما د ژوند د یوازیني المل (سدرو) له انځورونو ډکه وه‪ .‬دوه ځایه مې د خپلو معصومو او‬
‫خن دانو ګالنو (زوی او لور) انځورونه هم وو‪ ،‬چې د سوات د چکر پر مهال سدرا د خپل موبایل په کیمرې اخیستي وو‪.‬‬

‫لومړی انځور مې راپورته کړ؛ په شا یې د ‪ ۲۰۱۶‬کال د جوالیي میاشتې ‪ ۱۴‬نېټه لیکل شوې وه‪ .‬هغه ورځ چې له سدرا سره مې د‬
‫وروستیو عملیاتو له پاره مخه ښه وکړه‪ .‬له نېټې الندې په شوتلي شین رنګ د حیران دا بېت و‪:‬‬

‫اوس هم په چیغو شم په ځان باندې مې خولې لګوم‬

‫اوس هم چې ذهن ته صحنه د مخه ښې راولم‬

‫دوهم انځور مې راپورته کړ؛ په شا یې د ‪ ۲۰۱۷‬کال لومړۍ نېټه ثبت وه‪ .‬مطلب دا چې کال نوی شوی و؛ خو زه ال خبر نه وم‪ .‬د انځور په‬
‫شا د دروېش درانې لنډ بېت لیکل شوی و‪:‬‬

‫بیلتونه دا ځل خو دې عمر دومره لنډ شه چې زه‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫په لمن اوښکې پاکوم او جانان بېرته راشي‬

‫په دریم انځور کې بېا زه وم‪ ،‬چې سوات کې مې د سدرو دوی له کوره لږ څه لیرې د یوه غره په لمن کې له خپل زوی سره په واوره کې‬
‫لوبې کولې‪ .‬سدرو پرې زما د خوښې شاعر صابر صیب بېت لیکلی و‪:‬‬

‫د محبت ګرمي دې ولیدله‬

‫په سپینو واورو کې خوله شوې که نه‬

‫ما در ته ویل چې سترګې مه توروه‬

‫د خلکو سترګې درپسې شوې که نه‬

‫په څلورم انځور کې سدرو له ما سره ګډ خندلي و‪ :‬او د حمید مومند له دوو بیتونو‬

‫«خط پر مخ د صنم راغی که سپوږمۍ شوه په هاله کښې‬

‫دا ېې غاښ په خوله کښې زیب کا که ژاله شوه په الله کښې‬

‫هسې رنګ سحر او جادو کړي په نظر د شهال سترګو‬

‫نه یې سیال په هند کښې شته دی نه ثاني په بنګاله کښې»‬

‫الندې یې د شکسپیر مشهوره وینا لیکلې وه‪« :‬ډیر دردناک حقایق یوازې په خندا او مزاق کې بیانېدلی شي»‪.‬‬

‫له ‪ ۵‬انځورونو وروسته یو لیک و‪ ،‬چې په خړ پاکټ کې له غرني ګل سره ګډ ایښی و‪ .‬سدرو لیکلي و‪:‬‬

‫«معلومه ده‪ ،‬چې برخې ازل ي دي؛ خو انساني حرص یې نه مني‪ ،‬فلک چې هر وخت د دوو مینو غمازي ته پیدا شوی‪ ،‬څنګه کولی شي او‬
‫څوک یې پریږدي‪ ،‬چې خوښ واوسي‪.‬‬

‫هغه چې هر وخت خوشحال دی‪ ،‬څنګه لکه یو مین ځان پخپله غمجن کړي‪.‬‬

‫بس! همدا ژوند و‪ ،‬چې تیر شو‪ ،‬خندا مو هم یو ځل په وصل سره وشوه او ژړا یې حاصل پاتې شوه‪ .‬فراق دومره ژر راغی‪ ،‬لکه د بزکشي‬
‫بدمغزغه اس چې څنګه ژر د حالل دایري ته ځان رسوي‪.‬‬

‫هغه لکه د پسرلي نرم سهارنی نسیم؛ خو د مني ظالم توپانونه یې په مخه کړي‪ ،‬زمونږ پر ماتې او ماتم کې خپله خوښي ولمانځي‪ ،‬یا لکه له‬
‫قوه قاف نه راغلی «دیو» چې دیو پرست یې خپل ساتونکی خدای (بګوان) وبولي؛ خو هغه ده‪ ،‬چې په زړه ترې داغجن دی‪.‬‬

‫داسې ښکارې لکه یوه ورکه؛ خو نه پوهېږم ولې مې هر وخت زړه ته نږدې اوسې؛ ستا د زړه له دربېدلو سره مې هر وار زړه غورځېدلی او‬
‫احساسات بې قابو شوي‪.‬‬

‫ښکاره ده‪ ،‬چې ځینې به مې د ضمیر او احساس سوداګره وبولي؛ مګر دوی ته معلومه نه ده‪ ،‬چې زه لکه وچه عربي بیدیا داسې وچه؛ خو‬
‫لکه د اب زم زم د چینې په څیر بهانده‪،‬د همالیا په څیر دنګه؛ خو لکه تحت المیت داسې په غمونو کې ژوره تللې یم‪.‬‬

‫هو! ګرانه وخت ټولې همدا لوبې وکړې له لیدو مو دقیقې‪ ،‬ساعتونه‪ ،‬ورپسې ورځې و شپې او اوس دا دیمیاشتېتیرې شوې؛ خو هیر مو نه‬
‫کړل او نه له دې وروسته دغه اراده لرو‪.‬‬

‫ځکه خو شاعر وایي‪ ،‬چې‪:‬‬

‫تر ابده نه هیریږې داسې یاد یې بې خبره‬


‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫هېرول دې چې څنګ غواړم ال مې یاد شې‬

‫دا دی له تا پرته زما ژوند او له ما پرته ستا ژوند دوام کوي‪ ،‬وخت درېدونکی نه دی‪ ،‬لمحه لمحه لکه کال داسې تیریږي‪ .‬د تندي ګونځې او د‬
‫الس کرښې مې ژورې شوې‪ ،‬هډونه مې په غوښه کې را وتلي او د الس رګونه مې تېز شوي‪ ،‬ډیرېبې وسۍ مې د زړه حرکت کمزوری‬
‫کړی؛ مګر ستا یادونو او څو لپه دعاګانو ال هم یاد ساتلې یمه‪.‬‬

‫سهار؛ ماښام راته دعا کړه‬

‫سهار؛ ماښام کې د مینو وصل وینه»‬

‫که څه هم لومړیو کې مې یقین نه کېده‪ ،‬چې هغه دې نیول شوې وي؛ خو اوس مې شک په یقین بدل شو‪ .‬د زنداني خونې هر دیوال ته مې‬
‫لغتې او سوکان ونیول‪ ،‬خو چا مې غږ نه اورېده‪ ،‬ټوله شپه مې خوب ونکړ؛ د سهار په لړه کې بېا هماغه بوډا وزمه ساتونکی راغی او زه یې‬
‫له اوږو ونیولم‪ ،‬د تلو سیکه نه وه راپاتې؛ خو هغه په کشولو کشولو تر یوې بلې تېاره خونې ورسولم او په یو درب سره یې د کلکو او سترو‬
‫اوسپنیزو سیخانو دروازه کلکه رابنده کړه‪ .‬څو شېبې مې سترګې له محیط سره اشنا نه وې؛ خو په څو ثانیو کې مې د خونې په یو کونج کې‬
‫انساني وجود تر سترګو شو‪ .‬په شکمنو قدمونو وړاندې ورغلم‪ .‬چې ځیر شوم‪ ،‬په ستوني کې مې له مودو ایساره خپه چیغه ووتله؛ خو ژر مې‬
‫خولې ته الس ونیو‪ ،‬وډار شوم‪ ،‬چې څوک رانشي او بېا راباندې د وهلو او ډبولو غوبل پیل نکړي‪ .‬هغه سدرو وه‪ .‬په یو تور ټیکري کې لکه‬
‫مړ جسد داسې ښکارېدله؛ ځکه ټوله ژېړه اوښتې وه‪ .‬په ګونډو کېناستم‪ .‬په ټیټ غږ مې وویل‪ :‬سدرو‪ .‬هغه و نه ښورېده‪ .‬په مټ مې الس ورته‬
‫کېښود‪ .‬وجود یې جټکه وخوړله‪ ،‬برګ یې راوکتل‪ ،‬خو لکه چې په لومړي نظر یې و نه پېژندلم‪ ،‬الس یې څنډ واهه؛ مګر چې څنګه مې بېا‬
‫ورته وویل‪« :‬سدرو» ؛ نو بې حاله زما په لوري را ړنګه شوه‪ .‬په تندي مې الس ورته کېښوده‪ ،‬ګرم و‪ ،‬السونه مې ورته وسولول او په سینه‬
‫مې زور پرې وکړ‪ .‬په هوښ راغله‪ .‬په خوله مې الس ور کېښود‪ :‬هیڅ و نه وایې سدرو؛ که څوک مو خبرې واوري؛ نو په ډېر بد حال به مو‬
‫کړي‪ .‬هغې له څه ویلو پرته له ما مړه السونه تاو کړل‪ ،‬سره له دې چې ژړا یې په ستوني کې زما په خاطر ایساره کړه؛ خو ټول مخ او غاړه‬
‫یې اوښکو نیولې وه‪ .‬ورو یې وویل‪ :‬دا هر څه‪...‬؟ خبره مې په نیمه کې ور ختمه کړه‪ :‬د دې کیسو وخت نشته‪ ،‬بېا به یې په ارامه درته وکړم؛‬
‫بس دعا کوه‪ ،‬چې زه په خپل پالن کې کامیاب شم‪.‬‬

‫هغې وویل‪ :‬دلته څنګه راغلې؟‬

‫ومې ویل‪ :‬د یوې نیکي په بدل کې‪.‬‬

‫له سدرو سره مې په شمار درې‪ ،‬څلور خبرې هم نه وې کړې‪ ،‬چې بوډا ساتونکي دروازه پرانیسته او زه یې خپلې خونې ته بوتلم‪ .‬یو ډول‬
‫سکون مې احساسوه‪ ،‬د سدرو لیدلو نوی ژوند‪ ،‬طاقت او روح راکړی و‪ .‬خوشحاله وم؛ خو دې ویرې مې خوښي بېرته وژله‪ ،‬چې که په سدرا‬
‫څه وشي؛ نو‪...‬؟‬

‫ورځ تېره شوه‪ ،‬د کړکي په سیخانو کې مې لیرې سپوږمۍ له نظره شوه‪ ،‬چې ښایي د ‪ ۱۱ ،۱۰‬ورځو به وه‪ .‬خوب نه راته؛ همداسې مې‬
‫سپوږمۍ ته کتل‪ ،‬او د کړکۍ په لوري مي قدمونه اخیستل‪ ،‬چې پښې مې درد پیل کړ‪ .‬دا هماغه پښه وه‪ ،‬چې د ګیالن ساتونکو پرې د مرمۍ‬
‫فیر کړی و‪ .‬تېره شپه راته د زندان ساتونکي بوډا په پټه مرهم کړه؛ ځکه په ښکاره یې نشوای کولی‪.‬‬

‫بوډا محمد امین نومېده؛ د ننګرهار د هسکې مېنې و‪ .‬تېره اونۍ یې د زړه خواله راسره وکړه‪ .‬ویل یې‪ ،‬چې‪ :‬دلته له کلونو راهیسې یم‪.‬‬

‫ما وپوښتل‪ :‬دا کوم ځای دی‪.‬‬

‫هغه وویل‪ :‬د کابل یو دولتي زندان‪.‬‬

‫حېران شوم‪ ،‬چې ګیالن دولتي زندان ته څنګه راوړی یم‪.‬‬

‫خو هغه ډیرې حیرانتیا ته پرېنښودم او ویې ویل‪ :‬ته دلته دولت ته د یو بهرني جاسوس په نوم ور پېژندل شوی یې‪ ،‬تېره ورځ مې دا خبره‬
‫خپله د قوماندان له خولې واورېده‪ ،‬چې د شپې له مخې یې خپلو چرسي ملګرو ته په بانډار کې ویل‪ ،‬چې‪ :‬سمسور ته مو د ملي امنیت کارډ‬
‫جوړ کړی او داسې دوسیه مو ورته پرانیستې چې هغه پ کې د ایران او پاکستان په جاسوسۍ تورن دی‪ .‬ما د هغوی له خولې وپېژندلې‪ ،‬چې ته‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د سیکرېټ ګارډ ټیم کس یې‪ .‬مخکې مې د عادي بندیانو په څیر ترخه رویه درسره کوله؛ خو اوس ځکه درسره نرم شوی یم‪ ،‬چې پر ما مو یو‬
‫احسان دی‪.‬‬

‫په لېوالتېا مې وپوښتل‪ :‬د څه شي احسان؟‬

‫ځواب یې راکړ‪ :‬له نن نه ‪ ۶‬نیم کاله وړاندې زما لور په جالل اباد ښار کې د ښوونځي دننه مسموم او بېا اختطاف شوې وه‪ ،‬یوه اونۍ‬
‫همداسې سرګردانه هر لوري ته الړم‪ ،‬راغلم؛ خو هڅو مې کوم ځای و نه نیو‪ .‬له ‪ ۱۰‬ورځو وروسته مې لور کور ته سالمته راغله‪ ،‬له هغې‬
‫مې وپوښتل‪ ،‬چې څنګه ر اخالصه شوې؛ نو ستا نښې او د سیکریټ ګارډ نوم یې راته یاد کړ‪ .‬له هغې ورځې مې له تا سره د لیدلو هیله‬
‫درلودله؛ خو زه څه خبر وم‪ ،‬چې سمسور په خپله ته یې‪.‬‬

‫د بوډا ساتونکي خبرو سوچ یوړم؛ خپل شپږم حس مې باور کولو ته نه پرېښودم؛ خو زړه مې بل څه ویل‪ .‬هغه مې په حالت پوهه شو‪ .‬په‬
‫قراره یې راته وویل‪ :‬زه ځم ستا د پښې پانسمان ته لږ څه ملهم راوړم؛ تر هغو زما په اړه ښه فکر وکړه‪.‬‬

‫زه ال په دوو الرو کې حېران وم‪ ،‬چې هغه بېرته له پایوډین مایع او پولي فکس ملهمو سره راغی‪ .‬د زخم د درملنې پر مهال یې راته وویل‪:‬‬
‫تا زما او زمونږ د ټول ې کورنۍ عزت وساته؛ زه هڅه کوم‪ ،‬چې ستا عزت او ژوند وژغورم؛ ان که د سر په بېه مې هم وي‪.‬‬

‫ومې ویل‪ :‬د دې اړتېا نشته؛ مونږ یوازې ایماني او وجداني وظیفه ترسره کړې‪.‬‬

‫هغه سترګې راپورته کړې؛ داسې چې زما له پاره پکې کوم زیری و؛ ویې ویل‪ :‬زه ستا او ستا د مېرمنې د تېښتې یو پالن لرم‪ ،‬چې ماښام‬
‫به یې درسره شریک کړم‪.‬‬

‫زما بېرته ژوند ته لږ څه هیله پیدا شوه‪.‬‬

‫سبا سهار وختي مې د زندان پخوانۍ جامې وڅیرلې‪ ،‬پښه او دوه ځایه نور زخمونه مې کلک پرې وتړل‪ .‬د بوډا ساتونکي راکړل شوې نوې‬
‫جامې مې واغوستلې‪ .‬کله چې د ماخوستنۍ ډوډۍ وېشلو وخت راغی‪ .‬نوی ساتونکی راغی او زه هم د بوډا ساتونکي په اشاره پ وهه شوم چې‬
‫باید خپل پالن باندې کار پیل کړم‪ .‬نوی ساتونکی مې له غاړې کلک ونیو‪ .‬د زړو جامو په وسیله مې ستونی ور خپه کړ‪ .‬د هغه خولۍ او‬
‫دریشي مې واغوستله او څنګه چې له خونې وتلم‪ .‬د تشنابونو څنګ ته مې بوډا ساتونکی والړ ولیده‪ ،‬چې د یوې بټنې په کېکاږلو سره یې‬
‫برېښنا قطع کړه‪ .‬د زړه په سترګو د سدرا تر خونې ورغلم‪ .‬هغه مې له السه ونیوله‪ ،‬په خوله مې الس ورته کېښود او غوږ ته یې ورنیږدې‬
‫شوم‪ ،‬په قرار غږ مې وویل‪ :‬له خولې دې کوم غږ و نه خیژي‪ .‬په بېړه د تشنابونو په لوري الړم‪ .‬په لومړي ځل مې د سپوږمۍ تاوان ولیده‪،‬‬
‫هغه دا چې زمونږ سیوري په شپه کې هم ښکارېدل‪ .‬سدرو مې د السونو او اوږې په مرسته د دیوال سر ته ورسوله او خپله هم ور وختلم؛ خو‬
‫مخکې له دې چې دیوال نه د ټوپ وهلو اقدام وکړو؛ پرله پسې د څلورو فیرونو غږ راغی‪ .‬زما ټول وجود باندې له هر لوري رڼا خپره شوه‪.‬‬
‫د سدرو له سینې د وینو دارې زما په مخ ولوېدې‪ .‬سوړ وجود یې په ما را ړنګ شو او یوازې زما نوم یې له خولې وخوت‪« :‬سمسوره!» له‬
‫خولې مې سترې چیغې وختلې‪ .‬د سدرا او سدرو ګډې نارې مې کولې؛ خو کوم ځای یې و نه نیو او هماغه و‪ ،‬چې په تشي کې مې یوه ګولۍ‬
‫وخوړه‪ ،‬بېا څو تنو سر ته په کونداغونو ووهلم او د تشناب له بامه یو نیم متر لوړ دېوال نه بېرته بام ته راوغورځېدم‪.‬‬

‫وجود او زړه مې بې حرکته و؛ خو چې سترګې مې پرانیستې‪ ،‬څو ځایه مې پوځي یونیفورم کې والړ کسان‪ ،‬نرسانې او ډاکټران تر سترګو‬
‫شول‪.‬‬

‫اوس چې فکر کوم‪ .‬دا له پېښې نه پوره ‪ ۶۰‬ساعتونه وروسته خبره ده؛ ځکه زه په دومره موده کې بې هوښه جسد وم او د وینې د زیاتې‬
‫ضایع کېدلو له امله مې د ژوندي پاتې کېدو چانس هم نه و‪.‬‬

‫ښایي د زندان په روغتون کې به مې یوه اونۍ تېره شوې وه‪ ،‬چې پوره حواس مې بېرته خپل کړل‪ .‬هر لور ته مې سدرا لټوله؛ خو هغه نه‬
‫وه‪ .‬څو ځله مې له ډاکټرانو د سدرو پوښتنه وکړه؛ خو هغوی به تندی تریو ونیو‪ ،‬کله به یې خشک ځواب راکړ او یا به یې کنځا وکړه‪ ،‬هر‬
‫ځل مې چې د سدرا پوښتنه کوله‪ ،‬نرسانو به د نشې پیچکاري راکوله‪.‬‬

‫له ‪ ۲۰‬ورځو وروسته له یو ډاکټر سره دوه پوځي کسان راغلل او زه یې په ویلچیر کې یو بل اطاق ته وروستلم‪ .‬یو ژېړ رنګه جسد مې‬
‫مخې ته پروت و‪ ،‬چې په شونډو یې مسکا وه‪ .‬دا جسد د سدرو و‪ .‬نه پوهېږم چې ما کوم ډول لړزونکې او هیبتناکه چیغې وکړې‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫له یو کال زیات وخت تېر شو‪ ،‬زه هم له روغتیایي لحاظه یو څه ښه شوی وم؛ خو په اروایي توګه پوره ناروغ وم‪ .‬ما خپل ژوند بایللی و‪ .‬په‬
‫ذهن کې مې ډول ډول پوښتنې وې‪ ،‬چې یوه ورځ هماغه د زندان زوړ ساتونکی زما څنګ ته راغی‪ .‬دا چې اوس مې له نورو بندیانو سره‬
‫فرق درلود او همېشه به یې ویلچیر کې د چمن څنګ ته‪ ،‬د لمر د شعاعو له پاره کېنولم‪ ،‬څو ژر‪ ،‬ژر بېرته روغ او د تګ وړ شم‪.‬‬

‫بوډا ساتونکی چمن کې راسره کېناسته او درې نوي خبرونه یې راته راوړل‪ .‬یو دا چې زمونږ د تېښتې پالن ځکه ناکام شوی و‪ ،‬چې قوماندان‬
‫ګیالن له وړاندې نه ستا په اراده د مخفي کمرو په وسیله چې د تشناب له دیواله پورته په اوسپنیز برج کې وې؛ خبر شوی و‪ .‬دوهمه دا چې‬
‫رڼا «هراتۍ» په محکمه کې زما قضیه وبایلوده او زه به سبا «شنبه» د «د ‪ ۲۰۱۸‬م کال د جوالیي په‪۱۴‬مه» د خپلې مېرمنې او یو شمېر‬
‫نورو بې ګناه وګړیو د وژنې‪ ،‬ګاونډیو هېوادونو ته د جاسوسي او له زندانه د تېښتې په تور اعدام کېږم‪ .‬دریم خبر د سدرو و‪ .‬یو لنډ کلیپ یې‬
‫را واوروه‪ ،‬چې سدرو پکې ویلي و‪ « :‬ته ګورهسمسوره دا ژوند ال څرنګه النجه ده‪ ،‬دماغ مې کار نه کوي‪.‬کله مې چې ته تر خوا نه وې؛ نو‬
‫مرګ مې وغوښته؛ خو رانغی‪ ...‬اوس چې ته زما تر څنګ یې؛ نو ژوند غواړم؛ مګر مرګ راغلی؛ دوی ما وژني سمسوره‪ ،‬پوهېږم له خپلو‬
‫زخمونو هم نه رغېږم او مرم؛ خو دوی هڅه کوي ما له ټاکلې نېټې وړاندې ووژني؛ دوی زما په دوایي کې زهر راګډ کړي‪ .‬زه ځم سمسوره!‬
‫خو ته پر ځان‪ ،‬ودان او سیلۍ پام کوه‪.‬‬

‫بوډا ساتونکي ته مې وکتل‪ ،‬چې سترګو کې یې اوښکې وې‪ :‬پر ما یو احسان کولی شې؟‬

‫ورو یې وویل‪ :‬څه وکړم؟‬

‫یو ځل راته هراتۍ راوغواړه!‬

‫په سبا سهار زما له اعدام وړاندې هراتۍ د پنجرې ها خوا راته ودرېده‪ ،‬ویې وژړل؛ خو ما وموسل‪ :‬ژړا درسره بده ښکاري‪ .‬هغې بښنه‬
‫وغوښته‪ ،‬ویل یې‪ :‬ما ونشو کولی‪ ،‬چې تا او ستا ژوند وژغورم‪.‬‬

‫ما یې مننه وکړه‪ :‬مننه رڼا ګلې‪ ...‬او که یو وروستی احسان راباندې وکړې؛ نو خوشحاله‪ ،‬خوشحاله به ومرم‪.‬‬

‫هغې حیران راوکتل‪ :‬د څه شي مننه او د څه شي احسان؟‬

‫ــ مننه د دې له پاره چې تا ما ته د حق غوښتلو او اخیستلو له پاره ډېرې منډې ووهلې‪ ،‬ستړې شوې به یې‪ ،‬نور ارام وکړه‪ .‬او احسان دا‬
‫چې زما یوه کتابچه او دوه لیکونه تر جنراله ورسوې‪.‬‬

‫او په دې سره مې په والړه‪ ،‬والړه خپله کتابچه کې وروستۍ خبرې هم ولیکلې‪ ،‬چې تاسو ته یې درلېږم او خپله ځم؛ څو له ماخوستن‬
‫وړاندې د اعدام له پاره ځان تیار کړم او سپینې جامې واغوندم‪.‬‬

‫‪...‬‬

‫په هال کې د ژورنالیستانو ساړه اهونه شول؛ خو جنرال یو ځل بېا وویل‪ :‬د سمسور یو وروستی لیک هم راسره دی‪ ،‬په هغه کې یې ستاسې‬
‫یوه پوښتنه ځواب کړې؛ لیک څه په دې ډول و‪« :‬حیران به یاست چې ما د خپل ژوند ټول حال ایله اوس ولې ووایه؛ ایا دا خو به کوم چل نه‬
‫وی؟نو په خپل رب قسم کوم؛ په هغه رب چې ستاسې ساګانې یې په واک کې وې او په امر یې عزارئیل علیه السالم زما ساه هم نن اخلي‪ .‬دا‬
‫ټول ځکه وایم‪ ،‬چې سبا یوه بله سدرا بې خاونده نشي؛ یو بل سمسور د خپلې سدرو په مرګ و نه نړیږي؛ یوه بله سیلۍ او یو بل ودان بې‬
‫پالره او بې موره نش ي؛ یو بل جنرال زړه ماتی نشي؛ یوه بله ترور بې خوریي نشي او په پای کې راته ستره ښکاري؛ خو له زړه یې وایم‪،‬‬
‫چې هېواد او ټوله نړۍ به له یو بل هېواد پرست او انسان پرسته وګړي بې برخې شي؛ له یو داسې وګړي څخه چې خپل وطن‪ ،‬هېواد او مینې‬
‫(سدرو او کورنۍ) سره یې د جنون تر کچې مینه کړې او د همدې خاورې لیونی و‪ .‬و به وایم‪ ،‬چې اوس هم له ورخه اوبه تېرې نه دي؛ زه‬
‫خامخا یوه ورځ په یونیم انچ ګولۍ یا د یو موټي په اندازه ګرنېټ بم باندې په زړه لګېدلم او له دې فاني نړۍ مې سترګې پټولې؛ خو دا به د‬
‫افغان ولس ستره جفا وي‪ ،‬چې د سلګونو او زرګونو نورو پټو ساتونکو پر ژوند لوبې وکړي؛ هغوی پریږدي‪ ،‬چې همداسې یو‪ ،‬یو د دې وطن‬
‫د لویو‪ ،‬لویو خاینانو‪ ،‬زور واکانو‪ ،‬غلو او مفسدانو له لوري شهیدان شي‪ .‬ما کله هم نه غوښتل‪ ،‬چې خپل ژوند تاسې ته روښانه کړم؛ خو د‬
‫نورو د ژوندي پاتې کېدو په موخه مې الزمي وګاڼه؛ ن و که تاسې اوس یقین کوئ او زما په خبرو مو باور راغلی وي؛ الزمه ده‪ ،‬چې د هر‬
‫پټ ساتونکي ژوند وژغورئ‪ ،‬د مفسدانو او قاتالنو پر خالف را پاڅئ او باالخره د دې هېواد د ټولو شهیدو شویو ساتونکو په یاد کې همدا نن‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫شپه ‪ ۱۲‬بجې د ښارونو واټونو ته را ووځئ او د هغوی په یاد کې شمعې بلې کړئ؛ زه هیله مند یم‪ ،‬چې تاسې به ستاسې د ښې راتلونکې په‬
‫خاطر د شهیدو شویو شازلمیانو ارواح خفه نکړئ‪.‬‬

‫ژوند مې څه؟ خو دری توري د یو وخت‬

‫پرون نه وم‪ ،‬نن پیدا شوم‪ ،‬سبا مرمه‬

‫پای‬

‫د رسنیو په تاالر کې ساړه‪ ،‬اسویلي‪ ،‬اوښکې او سلګۍ تاوېدلې؛ جنرال بیرته کور ته الړ او د رسنیو کار کوونکي له یوې غمجنې؛ خو‬
‫رښتینې کېسې سره خپلو مرکزونه ته الړل‪.‬‬

‫جنرال چې کور ته ننوت؛ ویې لیدل چې ښځې او ټولې کورنۍ یې د تلویزیون په پرده د سمسور انځورونو ته کتل او مړې مړې اوښکې یې‬
‫ورته تویولې‪.‬د هراتۍ له لوري ورکړل شوي لیکونه وریاد شول‪ .‬په رېږدېدلو السونو یې دوهم خط پرانیسته؛ پکې لیکل شوي و‪:‬‬

‫سالمونه او نیکې هیلې!‬

‫د دوهم او وروستي ځل له پاره ابا جان! درته لیکم‪.‬‬

‫رب دې ښه ژوند او عمر درکړي‪.‬‬

‫زما د ستړي او لنډ خو خوږ سفر تاسې سره په همدې ځای ختمیږي‪ .‬که رښتیا ووایم‪ :‬له ډیرو ښو خاطرو او ستاسې له زرګونو احسانونو‬
‫سره قبر ته ځم؛ حال دا چې ما ستاسې له پاره هیڅ هم ونکړل‪.‬‬

‫د جنرال سترګې هماغسې اوښکې نیولې وې‪ .‬خط ته یې په مړو‪ ،‬مړو کتل‪.‬‬

‫‪ ...‬زما د قاتالنو یوه لنډه ویډیو به اغلې هراتۍ درکړي؛ په ډیر چل سره مې د زندان په جامو کې د مخفي کیمرې په وسیله کړې ده‪ .‬د زندان‬
‫یو ساتونکی ډیر نر سړی دی؛ هغه به یې اصلي ځای ځایګی در وښایي؛ خو هیله کوم‪ ،‬چې د دې کېسې له روښانېدلو وروسته به زما د‬
‫قاتالنو جسدونه ودان او سیلۍ ته وښایئ؛ تر څو د هغوی ژوند زما په څیر د مور او پالر د قاتالنو په موندلو کې تېر نشي او بې خوندي یې‬
‫وا نخلي‪.‬‬

‫زما کشری ورور عادل له ما هم ځیرک او توند انسان دی؛ ښایي ته یې زما د تشې ډکولو په خاطر د سیکرېټ ګارډ ټیم مشر وټاکې؛ خو په‬
‫ډیرې بښنې سره؛ ابا جانه زه دغه اجازه نه شم درکولی‪ .‬هغه زما د مور امانت و؛ تر دې دمه مې د مور‪ ،‬پالر او مشر ورور حق ور اداء‬
‫کړی؛ نو ته یې له ځان سره زما امانت وبوله‪ .‬ځمکه او کور مې پالر ته ورکړه؛ د مور جانې په ژوند لیک کې مې هر ځای دا خبره لیکلې‬
‫وه‪ ،‬چې پالر جان سره دې ښه سلوک کوه؛ هغه له زړه مجبور دی؛ ګناه یې نشته؛ نو د مور دغه وصیت تاسې راته پر ځای کړئ‪ .‬د عادل‬
‫برخه ځمکه عادل ته ور وسپاره؛ زما حصه ځمکه کې د انجونو ښوونځی او مدرسه جوړه کړئ‪.‬‬

‫دا چې ودان او سیلۍ بې موره کیږي؛ نو مورجانې او فاطمه خاله ته مې وایه‪ ،‬چې زما او سدرو مینه پرې ماتوي؛ نور نو ښه ډاډه یم‪ ،‬چې‬
‫هغوی به له خپلو اوالدونو زیاته مینه ورکړي‪ .‬د سیلۍ راتلونکې تا ته پرېږدم او ودان چې لوی شي؛ د خپل وطن او ولس ساتونکی باید ترې‬
‫جوړ شي‪.‬‬

‫د سیکریټ ګارډ ټیم ملګرو ته وایم‪ ،‬چې هیڅکله مات نشي؛ هغوی باید ال پیاوړي شي؛ ځکه دلته به ډیر خاینان او یرغلګر راشي‪ ،‬راغلي‬
‫وو او ال هم مېشت دي؛ نو باید چې یو‪ ،‬یو ختم او د وحشت ریښې له منځې وباسي‪ .‬هر ملګری دې ما ته دعا کوي‪ .‬زما د خونې په المارۍ‬
‫کې مې ځینې سي ډي او فتې ایښې؛ ودان او سیلۍ ته یې ورښکاره کوه؛ له هغوی سره تېرې کړې ځینې لمحې مې پکې ثبت کړې؛ زما‪،‬‬
‫سدرو او دوی ګډ انځورونه هم پکې شته‪.‬‬

‫نور نو د تل له پاره درنه ځم ‪ .‬کله هم راپسې ژړا ونکړئ؛ زما ژړا نه خوښیږي؛ له رواجي خیراتونو تیر شئ او که کوم ماښام مو زما او‬
‫سدرو د روح د تسکین له پاره یو‪ ،‬دوه وچې ډوډۍ خوار غریب ته ورکړه؛ مونږ به پرې سکون ومومو‪.‬‬
‫‪(c) ketabton.com: The Digital Library‬‬

‫د تل له پاره د خدای په امان!‬

‫ماښام ناوخته د هېواد په ټولو والیتونو‪ ،‬د پ ښتونخوا او بلوچستان په ډیرو سیمو‪ ،‬د هند په مرکز او د افغان سفارت په شاوخوا سیمو‪ ،‬په هرات‬
‫کې له ایران سره په افغان سرحد پرتو سیمو او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د (سکریټ ګارډ) ناویلې کیسې زور واخیسته؛ لویې الرې‬
‫اوسړکونه د مظاهرو او الریونونو له السه وتړل شول‪ ،‬هر ځای رسنیو د سمسور ودان اوسدرا په ژوند راپورونه وړاندې کړل؛ نړیوالو‬
‫سمسور د یو اتل اوسدرا د یوې اتلې په نامه ونومول؛ د زرګونو ځوانانو یوې ډلې هغه قاضي د پالزمینې په زړه کې سنګسار کړ‪ ،‬چې د پیسو‬
‫اورشوت په بدل کې یې په سمسور د اعدام حکمورکړی و‪.‬‬

‫ماښام ‪ ۷‬بجې له ملي تلویزیون نه د خبرونو پر ځای ولسمشر ملت ته مخاطب شو؛ سمسور یې ملي شهید یاد کړ‪ ،‬د هغه له روحه یې بښنه‬
‫وغوښته او ژمنه یې وکړه‪ ،‬چې د هغه په یاد کې به دی خپله هم نن شپه ‪ ۱۲‬بجې شمعې بلوي‪.‬‬

‫جنرالغورځنګ له خپل کاري ټیم او کورنۍ سره ناست و د سیکرټ ګارډ ټیم کارنامې یې رسنیو کې اورېدلې‪ ،‬د هېواد له هر والیته؛ یو نه یو‬
‫تن د مخ پټو ځواکونو له لوري د خپل ژوند د ژغورلو کېسې وکړې‪ .‬یوې ډلې تنکیو ځوانانو خپل ډله ییز انځور رسنیو ته وښوده‪ ،‬چې د غلو‬
‫او اختطاف چیانو له لوري اختطاف شوي و؛ خو د سمسور ودان او کاري ټیم پر مټ یې ژوند وژغورل شو‪ .‬له هنده هیر د خپلې ځان وژنې‬
‫کیسه وکړه‪ ،‬په ایران کې د هراتۍمور‪ ،‬په پېښورکې میس حمیده او شمایلې‪ ،‬په کابل کې نصیر‪ ،‬په کویټې کې ماللۍ او په مزار شریف کې‬
‫دوو انجونو چې ګاونډي هېواد ته د جنسي استفادې له پاره وړل کېدلې اوسیکریټ ګارډ ټیم ژغورلې وې؛ رسنیو ته د سمسور یاداښتورکړ او‬
‫دغه سلسله د ماخوستن تر ‪ ۹‬نیمو بجو پورې ورسېده؛ خلک له جوماتونو کورونو ته الړل او د طبیعت برخالف یې ماښامنۍ ډ وډۍ هم ایله‬
‫‪ ۱۰‬بجې وخوړله؛ ځینې وږي پاتې شول او د ځینو زړونو کې بل شویو اورونو خوراک له حلقه نشو تیرولي‪.‬‬

‫د شپې دولس (‪ ) ۱۲‬بجې شوې‪ ،‬د هېواد په لویو ښارونو کې درنه خاموشي خپره وه؛ بازارونه تړل شوي و‪ ،‬سپوږمۍ هم په اسمان کې ښه‬
‫ځلېدله‪ ،‬لیرې لیرې به له غرونو د ځنګلي حیواناتو او لهکورونو بیا د سپیو غپا راتله؛ داسې ښکارېده‪ ،‬چې په دې ښارونو کې انسانانو ژوند‬
‫پریښی وي؛ ناڅاپه د پالزمینې په مرکزي واټ او څلور الري کې په ‪ ۲۰‬متره لوړ برج ګروپ ولګېده؛ له یوې کوڅې د ‪ ۱۲‬کلنو په عمر‬
‫هلک له یوې شمعې سره را ووت؛ شا ته یې زړه بوډۍ چې نیا یې ښکارېده؛ را روانه وه؛ ډیر لیرې له یوې بلې کوڅې دوه دری کسان په‬
‫ترږمۍ کې را ښکاره شول‪ ،‬چې تر سپوږمۍ یې رسېدل غوښتل‪.‬ورپسې له نورو واټونو هم د کورونو د دروازو د خالصېدلو اوازونه پورته‬
‫شول‪ ،‬ډلې ډلې خلک سړکونو ته را ووتل؛ هر ښار سلګونو‪ ،‬بیا زرګونو او د یو ساعت دننه لکونو خلکو ونیو؛ په پېښورکې هم د یونیک‬
‫ښوونځي ټول پخواني او اوسني زده کوونکي‪ ،‬ښوونکي‪ ،‬میس حمیده‪ ،‬شمایله او سلګونه نورکسان په سرکونو کېناستل؛ څنګه چې د ښارونو‬
‫لویو ساعتونو کې یوه بجه شوه؛ ښار د شمعو روښنایي ونیو؛ جنرالغورځنګ‪ ،‬میرمن او کورنۍ یې‪ ،‬هراتۍ‪ ،‬سیلۍ‪ ،‬غورځنګ او د سیکریټ‬
‫ګارډ (‪ )secret guard‬ټول کاري ټیم د جنرال کور نه چې د غره په لوړه کې اباد و؛ د دغې تماشې ننداره کوله؛ په هند کې هیر له خپل‬
‫خاوند میر سره یوځای دوه شمعې په الس سړک ته را ووتل؛ هغه هسپتال ته الړل‪ ،‬چې د سمسور له لوریپکې د هیر ژوند ژغورل شوی و‪ .‬د‬
‫هسپتال ټول پرسونل هم د هسپتال مخې ته تر یو ستر تاریخي مندر الندې شمعې بلې کړې او په دې سره د نړۍ په تاریخ کې د لومړي ځل له‬
‫پاره ثبت شوه‪ ،‬چې د یو پټ ساتونکي (سمسور) په مرګ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زرګونهشمعې روښانه شوې؛ د جنرال کور ته زنګ راغی‬
‫او د (سمسور ــ سدرا) له اوالدونو سره یوځای د ملت کور (ارګ) ته وغوښتل شول‪ .‬دسیکریت ګارډ ټیم د حکومت له لوري د یوې امنیتي‬
‫کمپنۍ په نوم ومنل شوه او ارګکې سیلۍ او ودان ته د پالر او مور د اتلولۍ مډالونه ورکړل شول‪.‬‬

‫‪...‬‬

‫د ‪ ۲۰۱۹‬کال د جوالیي په ‪ ۱۶‬مه د شپې ‪ ۱۲‬بجې د جنرال غورځنګ د کور دروازه وټکېدله‪ .‬هغه ورغی او چې څنګه یې دروازه پرانیسته‪.‬‬
‫له حیرانتیا پرې سر وڅرخېده او په هماغه ځای راوغورځېده‪ .‬د جنرال د غورځېدلو له غږ اورېدلو سره یې مېرمنې هم دروازې ته منډه‬
‫واخیسته او له خولې یې یوازې دوه کلیمې ووتې‪ :‬سمسوره ته!‬

‫پای!‬

‫دوهمه برخه بېا‪...‬‬

‫(خپله مېنهــ جالل کوټ ــ افغانستان)‬


(c) ketabton.com: The Digital Library
Get more e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com: The Digital Library

You might also like