Professional Documents
Culture Documents
BTV The Mobile
BTV The Mobile
1/7
By Amanullah Nasrat - May 30, 2020
عبدالرحمن مومند
عبدالحميد زاهد د عبدالواحد ځوی په ۱۰/۴/۱۹۶۸نېټه د مردان په تخت بايئ سيمه کې دنيا ته سترګې غړولي او اوس
په اسالم اباد کې ژوند کوي ۰زاهد صيب تر لسمه خپلې زده کړې بشپړې کړي دی او په اسالم اباد کې د کرهڼې (
زراعت ) په برخه کې دنده لري او ورسره څنګ کې ېې ادبي سرګرمۍ او فعاليتونه جاري ساتلي دي۰
زاهد صيب دروند پښتون او بې کبره ،حليم او خواخوږی انسان دی ،خدای ج ورته ښه خويونه او نيک اخالق ورکړي
او له مينې او مهربانۍ ډک زړه لري چې په بيا بيا ليدو او مرکو ېې دوستان نه مړېږي او د خوښۍ احساس کوي۰
ادبپوهان وايي شاعران د قام ژبه ده چې د خپل ولس او خاورې ترجماني کوي او هغه څه چې په خپل چاپېريال او
شاوخوا کې ويني او محسوسوي ېې هغې ته ژبه ورکوي ،د خپل فن په خم کې ېې رنګوي او په سندريزو الفاظو ېې
زمونږ مخې ته ږدي او د خلکو غوږونو ته ېې رسوي۰
شاعر او ليکوال په خپله ټولنه کې ډېر دروند بار او مسوليت پر غاړه لري او د خپلې خاورې د يوه عکاس او
انځورګر په توګه بايد هغه څه د خپل فن غېږې او د تاريخ پاڼو ته وسپاري چې اولس او ټولنه ورته اړتيا لري ،په
چاپېريال کې پېښېږي او وخت او حاالت ېې د نوموړي مخې ته ږدي ۰
شاعر او ليکوال د يوه ژمن ،حساس او سترګور انسان په توګه خپل خلک د ژوند له بېالبېلو پېښو او واقعاتو خبروي
،خپلې تجربې او مشاهدات ورسره شريکوي او د فکري او شعوري بيدارۍ او ويښتيا هڅې ېې کوي۰
شاعر ټولنيزې بې عدالتۍ ،ناخوالې ،مظالم او انساني ضد اعمال په ډاګه کوي ،غندي ېې ،تنقيد پرې کوي
او د خلکو پام ورته را اړوي ۰شاعر د خپلو ولس د سوکالۍ ،نېکمرغۍ او پرمختګ لپاره د مينې ،ورورولۍ او يووالي
نغمې غږوي او خپل قام ته د ځانځانۍ او نفرتونو څخه د نفرت درس ورکوي۰
شاعر په خپل چاپېريال کې د محبت او انسان پالنې وږمې خوروي د ښايست او ښکال رنګونه وېشي او خپل وګړي د
انساني کرامت درناوي او بشري حقوقو ته د ژور احترام په لور رابولي۰
نو رښتيا هم په ټولنه کې د شاعر رسالت او مسوليت خورا مهم او ارزښتمن دی او شاعر په ټولنه کې د يوه الرښود،
عکاس او مصور رول او نقش لوبوي چې سترګې پرې نه شي پټېدالی۰
زمونږ په اوسنيو شاعرانو کې يو هم ښاغلی عبدالحميد زاهد دی چې د خپلې ژبې او ادب د خدمت لپاره ميدان ته راوتلی
او شپه او ورځ د وطن په لر او بر کې د خپل فکر او فن رڼاګانې ويشي او د ښکال رنګونه خوروي۰
دا خوږژبی او ژمن شاعر او ليکوال هڅه کوي چې خپله ژبه د نړۍ د نورو پرمختللو ژبو سياله کړي ،رنګونه او
ښکال وروبښي او له مړه کېدو او ورکېدو ېې وژغوري۰
2/7
د ښاغلي زاهد په زړه کې د خپل ولس او وطن مينه په موجونو او غورځنګونو ده او د خپلې مورنۍ ژبې سره نه
شلېدونکې ،پياوړې او ټينګې اړيکې او غښتلی تړون لري۰
نوموړی په دې باور لري چې که پښتو ژبه پرمختګ وکړي ،علمي شي او پر خبرو او ليکلو سربېره د کتاب او مکتب
ژبه شي نو د پښتنو د پرمختګ ،سوکالۍ او د ساينس او تکنالوژۍ په ميدان کې به د ښو السته راوړنو او لوړو پوړيو ته
د رسېدو الره به ېې لنډه او اسانه شي او د نړۍ د تمدن او ترقۍ له کاروان سره به ملګري شي۰
ښاغلی زاهد د خپلې وروسته پاتې ټولنې او غمځپلي او مړژواندي ولس د سوکالۍ او نېکمرغۍ خوبونه ويني او په
خپله خاوره کې د خپلو وطنوالو او خلکو لپاره د سولې ،امن ،مينې او خوشالۍ نه ډک ژوند غواړي۰
ښاغلي عبدالحميد زاهد په همدې سپېڅلې او خوږه هيله قلم ته الس کړی چې په خپل ولس کې د ويښتيا ،بيدارۍ او
شعور سا خوره کړې او هغوی د غفلت او بې پرواېۍ له درانه خوبه راپاڅوي ۰نوموړی په خپل ولس غږ کوي او لکه د
جرس غږيږي او وايي چې ای زما بې وسه او بې کسه ولسه! اې زما دردېدلی او د وخت په ژرنده دل قامه ،اې زما د
زخمي زخمي وطن او وينې وينې خاورې هر دم شهيدو خلکو! راويښ شئ ،خوبونه بس کړئ ،د غفلت او لټئ بړستنې مو
له سرونو ليرې کړئ او د علم او پوهې له نوراني کاروان سره ملګري شئ ۰که تاسو نور د ناپوهئ او جهالت له تورو
تيارو نه رابهر نه شۍ او د ساينۍ او تکنالوژۍ رڼاګانې خپلې نه کړئ نو ورکېږئ ،تباه کېږئ او د تاريخ تورو کندو
ته لوېږئ۰
نړۍ پر مخ روانه ده او نورو د مريخ پر بام ګامونه کېښودل او په سپوږمۍ کې ېې محلونه جوړ کړل خو تاسو ال تر
اوسه د خاورو په کوټنيو ،څمڅو او غارونو کې ژوند کوئ ،د شونټۍ او الټين رڼا ته ناست ياست او د ژوند له ټولو
خوښيو ،ښکالوو او رنګونو بې برخې ياست۰
ښاغلی زاهد څخه خپل ځان هير دی ،د خپلو شخصي ګټو په کيسه کې نه دی خو د خپل در په در او خواروزار ولس له
غمه شپه او ورځ په زوره زوره ژاړي ،بې دمه او سانيولی ناست دی ،سلګو او غريو نيولی او پر رېښې رېښې
ګرېوان ېې په شېبو ښېبو لپې لپې اوښکې څاڅي او اهونه کوي۰
زاهد په خپله پښتنه خاوره کې سوله ،امن ،مينه او سوکالي غواړي او او له وژونکو او ورانوونکو جنګونو او بې ګناه
وينو تویولو څخه کرکه او نفرت کوي ځکه خو وايي
3/7
ما د روانې صدۍ هره پاڼه واړوله
د ولس درد او غم د ښاغلي زاهد د شعر بنسټيز او اساسي موضوعات دي چې د نوموړي شاعري پرې څرخي او په هره
ليکنه او وينا کې ېې د خپل پښتون ولس د ژوند دا پيکه او تت رنګونه تر سترګو کېږي ،دا ځکه چې هغه د ولس
ترجمان دی او د خپل وطن او خاورې د حاالتو او پېښو د انځورګرئ دنده پر غاړه لري ۰
زما په اند ښه شعر هغه دی چې نوښت پکې وي ،معياري او په فني تول پوره وي ،ښکلی خيال او ښه پيغام ولري ،ښه
موضوع پکې رانغښتې وي او اورېدونکي او لوستونکې ېې خوښ کړي نو د ښاغلي زاهد په شاعرۍ کې ځای ځای دا
رنګونه او ښکالوې موندالی شو او د ښه شعر تنده مو پرې ماتېدالی شي ،دا حتمې نه ده چې د يو شاعر ټول شعرونه
دې ښه وي او ټولو ته دې په پټو سترګو ښه وويل شي بلکه ښو شعرونو ته ښه ويل د شاعر حق دی او د ښاغلي
زاهد په ډېرو ويناوو کې د ښو او پخو شعرونو څرکونه ليدالی شو چې په ستايلو او ځلولو ارزي۰
وګورۍ د زاهد صيب په الندې شعرونو کې څومره رنګينې او هنري ښکال څرکونه کوي
4/7
زاهد صيب که څه هم د اسالم اباد د رڼاګانو او رنګونو په ګلورين ښار کې ژوند کوي خو د خپل کلي ولسي ژوند ،
پښتنې دودونه او او طبيعې ښکال په ټوله نړۍ نه ورکوي او له هغې سره د خپلې مينې او تړون اظهار په ډېرو خوږو
او سندريزو لفظونو کې داسې کوي
5/7
پښتو ادب ته د زاهد صيب خدمتونه او کارونه خورا ارزښتمن او د قدر وړ دي او دپښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره
ېې د شعر او شاعرۍ ترڅنګ د نثر په برخه کې هم ډېر په زړه پورې کار کړی او خورا ښه علمي او څېړنيز ادبي
کنابونه ېې کښلي چې د نوموړي دا هڅې او زيار په ډېرو ستايلو ارزي او مونږ ورته د قدر په سترګو ګورو۰
زاهد صيب تر دې دمه درې نثرې کتابونه او يوه شعري ټولګه چاپ او د لوستونکو ګټې اخيستنې ته وړاندي کړي چې
په رښتيا هم خورا ګټور اثار دي او په زړه پورې معلومات پکې راغونډ شوي دي ۰لومړنی کتاب ېې ( در يتيم ) دی
چې په ۲۰۱۷م کال کې چاپ شوی او په دغه څېړنيز کتاب کې د قاضي عبدالحليم اثر افغاني په شخصيت ،او علمي او
ادبي اثارو د بېالبېلو ليکواالنوليکنې او نظرونه او د شاعرانو منظومې د عقيدت پېرزوينې او همدغه راز يو شمير نور
معلومات راغونډ شوي او د چاپ په ګاڼه سينګار شوي دي ۰د ښاغلي زاهد بل کتاب چې نوموړی ېې مرتب او مولف
دی د سليم راز سريزې دي چې خپله زاهد صيب او م-ر-شفق صيب پرې سريزې ليکلي او په ۲۰۱۷کال په ۳۴۴مخونو
کې چاپ او لوستلو ته وړاندې شوی دی ۰همدغه راز د ښاغلي زاهد يو بل ډير قيمتي اثر ( د شفق رنګونه) دي چې د
مردان د طورو د دروند علمي او ادبي شخصيت مشتاق الرحمن شفق صيب په شخصيت ،فکر او فن څرخي او دا کتاب په
څو برخو ويشل شوی دی په پيل کې ېې د ښاغلي ليکوال سزيطه ده او بيا د م ر شفق صيب د سپيناوي سرليک الندی
وضاحتي بيان مخې ته راځي
ورپسې ګلپانې دي چې د شفق صيب په اړه د خپل وخت د ملګرو ليکونکو ،شاعرانو او اديبانو څرګندونې ،ليکنې،
پکې راټولې شوي وروسته بيا خاکې او مقالې دي چې د شفق صيب همعصرو ملګرو پرې ليکلي او له هغې وروسته
دوه مرکې مخې ته راځي ،بيا پنځلسو شاعرانو منظومې پېرزوينې تر سترګو کېږي او همدغه راز اوه خطونه دي چې
د شفق صيب په نوم ليکل شوي او په لسو پاڼو کې ځاي شوي دي ۰
د کتاب په وروستيو پاڼو کې د ښاغلي شفق نثري ليکونه او ورپسې دپښتو شاعرۍ برخه ده چې کتاب ته ېې بې سارې
ښکال او ارزښت وربښلی او همدغه راز په پای کې د محترم شفق صيب يو څو د اردو او انګريزئ ژبې ليکونه دی
چې د لوستونکو پام ځان ته را اړوي۰
6/7
روښانه سباوون د ښاغلي زاهد د شعرونو ټولګه ده چې په ۲۰۰۸کال کې په ۱۳۸مخونو کې د مردان د تخت بايي د
پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی چې درې نوموتو او منلوليکواالنو او شاعرانو مرحوم اجمل خټک ،سليم راز ،او محمد
اقبال پرې خپل نظرونه ليکلي او د ښاغلي زاهد شاعري ېې په خوږو الفاظو ستايلې ده۰
د ګران زاهد پنځم او وروستی چاپ شوی کتاب په اردو ژبه ليکل شوی او نوم ېې م-ر -شفق فن اور شخصيت دی او
بايد ووايو چې ښاغلی زاهد د پښتو تر څنګ په اردو ژبه هم نظم او نثر ليکي او روان قلم پکې لري۰
نور نو زه د خپل ليک لمن راټولوم او هيله لرم چې د پښتو ژبې او ادب دا هڅاند او تپاند خدمتګار او د ادب د اسمان
ځالند ستوری دې تل د پښتونخوا په اسمان کې تاند ،ځالند او نوماند وي او د فکر او فن دنيا ېې له هنري رنګونو او
ادبي رڼاګانو او ښکالوو ډکه وي۰
۱/۸/۲۰۱۹
پېښور
7/7