You are on page 1of 7

‫د شاتو د مچيو ملکه د کندو په منځ کې پر تخت ويده وه‪ .

‬دوې مچۍ د تخت دواړوو خواوو ته والړې وې‬


‫بابوزي يــې په الﺴو کې نيولي وواو هغې ته يــې پکه وهله‪.‬‬
‫د کوم چا د زگٻرويو اواز ملکه راويښه کړه‪ .‬هغې خپلې ﺴترگې وموښلې او خوله يــې ارږمي ته خالصه کړه‪ .‬بيا‬
‫يــې تندى تريو شو او ويــې ويل ‪ :‬دا څوک وو چې زه يــې له خوبه راويښه کړم‪ .‬اوف څومره خواږه خوب يــې راخراب‬
‫کړ‪.‬‬
‫يوه عسکر وويل ‪ :‬هغه ټپـي وزوزى دى چې هره ورځ زگٻروى کوي‪.‬‬
‫ملکې وويل ‪ :‬ژر يــې له کندو وباﺴئ‪ .‬ايسته يــې واچوئ‪.‬‬
‫بنگهارۍ د وزوزي مٻرمن ملکې ته زارۍ وکړې چې خير دى هغه مه اوباﺴئ‪ .‬هغه ناروغ دى‪ .‬زه به يــې غلى‬
‫کړم‪ .‬کوم گوښه ځاى کې به يــې پټ کړم چې غږ يــې ونه ووځي‪.‬‬
‫خو ملکې په قهرجنه ژبه وويل ‪ :‬ماغزه مې ډٻره مه خوره ‪ .‬ځه رنگ دې ورک کړه‪.‬‬
‫دوه عسکران راغلل وزوزي يــې تر الس او پښو ونيوه او له کندو يــې د باندې واچاوه‪ .‬بنگهارۍ خس او خځلې‬
‫راټولې کړې وزوزي ته يــې يوه کوټنۍ جوړه کړه او د هغه په خدمت لگيا شوه‪.‬‬
‫ملکې نوره بې غمه خپل خوبونه کول‪ .‬عسکرو ورته پيرې کولې‪ .‬کارگران به په گلونو گرځٻدل شات به يــې‬
‫راټولول او کندو ته به يــې راوړل‪.‬‬
‫څو ورځې چې تٻرې شوې يوه ورځ مازديگرچې ټول کارگران په شاتو پسې تللي وو شنو غامبوﺴو د دوى پر‬
‫کندو بريد وکړ‪ .‬عسکرانو تورې راوايستې زغرې يــې واغوﺴتلې او د غامبوﺴو جنگ ته راووتل‪ .‬د تورو شرنگا پورته‬
‫شوه‪.‬‬
‫شنو غامبوﺴو د کندو درٻڅې خوا ته زور کاوه او د شاتو مچۍ يــې مخه نيوله‪ .‬د غامبوﺴو کسان زيات وو نو‬
‫د شاتو مچۍ يــې د کندو له دروازې څخه لرې کړې‪ .‬دې وخت کې يو څو دانې شنې غامبوﺴې کندو ته ننوتلې‪.‬‬
‫ملکه بې غمه پرته وه‪ .‬يو وخت گوري چې شنې غامبوﺴې يــې پر ﺴر باندې گرځي ‪ .‬نژدې وه چې هغوى ملکه‬
‫پورته کړي او له ځانه ﺴره يــې يوﺴي‪ .‬ملکه ﺴخته وٻرٻدلې وه‪ .‬ځان يــې راټول کړى و او ﺴر يــې تر وزرو الندې پټ‬
‫کړى و‪ .‬له ډاره يــې ﺴترگې نه خالصولې‪.‬‬
‫د شاتو د نورو کندوانو عسکران خبر شول‪ .‬هغوى ځانونه په منډه راورﺴول او غامبوﺴې يــې پسې واخيستې‪.‬‬
‫ملکې د بل کندو د عسکرانو له مشر څخه مننه وکړه ‪ :‬ډٻره مننه که تاﺴو نه واى رارﺴٻدلي نو اوس به زه دلته نه‬
‫وم‪.‬تاﺴو زما پادشاهي وﺴاتله‪.‬‬
‫د عسکرو مشر وويل ‪ :‬دا خو زموږ د ټولو په خير ده چې له يو بل ﺴره مرﺴته وکړو‪ .‬يو وخت زموږ پر کندو‬
‫همداﺴې بريد شوى و‪ .‬ﺴتا د کندو عسکرو زموږ مرﺴتې ته راودانگل‪ .‬يو تن پکې ډٻر مٻړنى و‪ ،‬هغه خوارکى بيا ټپـي‬
‫شو‪ .‬ريښتيا هغه چٻرته دى زه خو يــې دلته نه وينم‪.‬‬
‫ملکې وپوښتل ‪ :‬څوک يادوې؟‬
‫مشر وويل ‪ :‬وزوزى‪.‬‬
‫ملکې خپلو ﺴاتونکو ته وکـتل‪ .‬يوه ﺴاتونکي وويل ‪ :‬وزوزى خو هماغه دى چې تا له کندو څخه وشاړه‪.‬‬
‫د عسکرو مشر وويل‪ :‬دا څه وايــې‪ .‬دومره تکړه عسکر مو څنگه شړلى؟‬
‫د ملکې ﺴترگې له شرمه ټيټې وې‪ .‬ځان ﺴره يــې وويل ‪ :‬ما څومره بد کار وکړ‪ .‬هغه خوارکى مې له صندوقه‬
‫وشاړه‪ .‬ما ټوله ورځ خوبونه کول خو هغه راته پيرې کولې‪ .‬هغه زما پادشاهي ﺴاتله او زه نه ومه خبره‪.‬‬
‫څو شٻبې چا غږ ونه کړ‪ .‬وروﺴته ملکې خپلو ﺴاتونکو ته په ټيټ غږ وويل‪ :‬ورشئ هغه بٻرته راولئ‪ .‬وزوزى يــې‬
‫بٻرته صندوق ته راوﺴت‪ .‬ملکې هغه په غٻږ کې ونيو او بخښنه يــې ترې وغوښته‪.‬‬

You might also like