Professional Documents
Culture Documents
AghaLibrary
AghaLibrary
com
د نړۍ کیسې
(لنډې کیسې)
Download from:aghalibrary.com
کال۱۳۹۹ :
يو سړي غوښتل چي خپله مېرمن ووهي ،نو په لکړه يې څو واره ووهل ،خو ناڅاپه يې مېرمن مړه
سوه په دايس حال کي چي خاوند يې د وژلو قصد نه وو کړى ،بلکي د نوموړي مقصد دا وو چي
تاديب ورکړي.
تر دې پېښي وروسته د مېرمني د کورنۍ (خرسګنۍ) څخه په بېره کي سو او د دې پېښي څخه
يې هيڅ حل الره و نه موندل.
نو د کور څخه راووتئ او خپل يو نژدې ملګري ته يې دا کيسه وکړه.
هغه ملګري يې ورته وويل:
د خالصون يوازنۍ الره دا ده چي ته يو ښايسته ځوان پيدا کړې او خپل کور ته يې د مېلمستيا په
بهانه راوبلې ،بيا يې رس پرې کړه او جسد د خپيل مېرمني د جسد تر څنګ کښېږده او د مېرمني
کورنۍ ته ووايه:
ما دغه ځوان وليدئ چي زما د مېرمني رسه يې زنا کول ،نو ما صرب نه سواى کوالى ځکه مي
دواړه ووژل.
کله چي دغه کس د خپل ملګري څخه دا حيله واورېدل نو د کور مخ ته کښېنستئ تر څو چي يو
ښايسته ځوان راغلئ ،نو دغه قاتل ډېر ټينګار ورته وکړئ چي زما رسه کور ته والړ سه.
هر کله چي هغه ځوان د قاتل کور ته ننوتئ نو قاتل راوالړ سو او دغه ځوان يې هم قتل کړ.
هر کله چي د مېرمني قريبان راغلل او دوه جسدونه يې وليدل او دغه قاتل يعني د مېرمني
خاوند هغه درواغجنه کيسه ورته وکړل ،نو هغوى بېرته والړل او څه يې و نه ويل.
خو هغه ملګرى چي دغه قاتل ته يې دا حيله ورښوولې وه ،هغه يو زوى درلود ،هغه زوى يې په
دغه ورځ کور ته نه راغلئ .نو دغه پالر يې اندېښمن سو او د خپل قاتل ملګري کور ته والړئ.
د قاتل خاوند څخه يې پوښتنه وکړه چي آيا هغه حيله دي عميل کړه؟
هغه ورته وويل :هو!
ملګري يې ورته وويل :هغه ځوان راوښيه چي تا وژىل دئ.
()1
راټوولونکی :عیدمحمد عابد
انالین خپور شوی کتاب د نړۍ کیسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هر کله چي دغه کس هغه وژل سوى ځوان وليدئ نو هغه يې خپل زوى وو ،هغه زوى چي د ده د
حيلې په سبب وژل سوى وو.
همدا واقعه د حرضت عيل – ريض الله عنه -د دې وينا مصداق ده:
څوک چي د خپل ورور لپاره څاه کيندي خپله به پکښي لوېږي.
()2
راټوولونکی :عیدمحمد عابد
انالین خپور شوی کتاب د نړۍ کیسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کړ
پاچا وپوښتل چې دا سپي ويل پخوونکی نه خوري؟
يو زملي له واده وروسته غوښتل ناوې يې هم دده په څېر د قرآن کريم حفظ وکړي ،ناوې يې په
مينه غوښتنه ومنله او له نوموړي يې د قرآن کريم د حفظ زدکړه پيل کړه ،يوه ورځ زملي په کور
کې د يو يش لټه کوله نو يو داسې بکس يې ترسرتګو شو چې پخوا يې نه وليدلی ،له پرانستلو
وروسته يې وليدل چې په بکس کې د قرآنکريم د حفظ شهادتنامې دي او د نوموړې د پېغيل نوم
پکې ليکلی دی .په حريانتيا رسه يې له مېرمنې وپوښتل چې ويل دي زه پخوا نه خربومل چې
ستا قرآن کريم یاد دی؟
مېرمنې يې ځواب ورکړ چې ما غوښتل ستا له خويل يې بيا واورم ،دا ځل يې له تا زده کړم ،که
مې نيمګړتیا لرله ،سمه به يې کړم ،او که نه وه ،ډاډ به راکړي او دا چې ته مې استاذ يش؛ نو
دواړه به يو ځای جنت ته الړ شو.
()3
راټوولونکی :عیدمحمد عابد
انالین خپور شوی کتاب د نړۍ کیسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د تعمیراتو انجیرن
د تعمیراتو انجیرن ډېر کلونه په یوه کمپنۍ کې کار کوه په عمر چې پوخ شو نو نیت یې وکړ چې
نور به کار پرېږدي او خپلې کورنۍ رسه به ګډ ژوند کوي د کمپنۍ مرش ورته وویل:
سمه ده په یوه رشط رخصت درکوم هغه دا چې مونږ ته یو ښه کور جوړ کړه کله چې د کور
جوړول پای ته ورسېدل بیا تاته د رخصت اجازه ده
انجیرن هم له ناچارۍ په نه زړه خرب وررسه ومنله او په کور یې پیل وکړ په بیړه او بې پروایۍ یې
د کور کار روان کړ چې ژر له کاره ځان خالص کړي د بېړې او ځان خالصولو کار خو تش تپل
وي په کم وخت کې د کور جوړول پای ته ورسېدل او د کمپنۍ مرش ته یې وسپاره د کمپنۍ مرش
ورته موسکی شو او ورته یې وویل:
له کمپنۍ رسه ستا د زیات وخت تیرولو او اوږد کار د خدمت په بدل کې دا کور تاته په تحفه کې
درکوو ،انجیرن ټکر وخوړ هک حیران پاتې شو او په خپل بیړه او بې خونده کار سخت پښیامنه
شو چې په خپل الس یې د ځان لپاره د ټول عمر کور څومره بې کاره جوړ کړ.
()4
راټوولونکی :عیدمحمد عابد
انالین خپور شوی کتاب د نړۍ کیسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دوه ملګري
هرې ګناه ته به یې الس اچوه یوه ورځ خان خپل ملګري ساجد ته وویل :ما د مسجد د امام له
ښځې رسه اړیکه جوړه کړې ده او نن ورځ یې له ما څخه رضوري غوښتنه کړې چې مازیګر باید
کور ته ورشم؛
خو زه وېرېږم هسې نه چې د مسجد امام (خاوند) یې راباندې رايش نو ته داسې وکړه چې له
ملانځه څخه وروسته له امام رسه کښینه او په خربو یې مرصوف وساته
ساجد همداسې وکړل له ملانځه وروسته له امام رسه کښیناست او تر ډیره وخته یې په خربو کې
بوخت وساته کله چې امام غوښتل پاڅيږي ساجد خپل ملګري خان ته زنګ وواهه او د امام له
ورتګ څخه یې خرب کړ خان هم په ډیره بیړه د ساجد څنګ ته را ورسید او څه یې چې کړي وه
ټوله کیسه یې ساجد ته وکړه.
دا کیسه تر ډیره وخته همداسې روانه وه ساجد به د مسجد امام په خربو مشغول ساته او خان به
له وخت څخه په استفادي ناروا اړیکې پاليل په همدې کې د مسجد د امام او ساجد د زیات
کښیناستلو له کبله د دواړو ترمنځ دوستي او ملګرتیا جوړه شوه تر دې پورې چې د ساجد زړه په
امام وسوځید او خپل ضمیر ته به سخت خجالت وو
یوه ورځ یې له ځان رسه کلک تصمیم ونیوه چې نن ورځ به امام ته ټوله کيسه کوي تر څو د
خپلې میرمن له خیانت څخه خرب يش.
کله چې د امام څنګه ته والړ ورته یې وویل :زه ډیر تاسف کوم چې زما ناسته له تا رسه د الله
لپاره نه وه زه له تارسه ځکه کښیناستم چې خپل ملګري (خان) ته د ناروا اړېکو زمینه برابره کړم؛
()5
راټوولونکی :عیدمحمد عابد
انالین خپور شوی کتاب د نړۍ کیسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځکه هغه ستا له میرمن رسه ناوړه اړیکي لري د مسجد امام په ډېرې حیرانتیا رسه وویل :ما خو تر
اوسه واده نه دی کړی نو ښځه مې له کومه کړه؟
دسامل
()6
راټوولونکی :عیدمحمد عابد
انالین خپور شوی کتاب د نړۍ کیسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په ټاکيل وخت روان شوم له هغې رسه د زړه خواله ته ناکراره وم غوښتل مې د زړه حال ورته
ووايم.
زموږ او د دوی د کليو تر منځ يو سېند بهېږي چې سيمې ته يې يوه ځانګړې ښکال ورکړې.
د سېند دواړو لوريو ته زړه وړونکي شنه ځنګلونه والړ دي چې د انسان روح تازه کوي.
د پله الره اوږده ده نو ځکه مې د سېند په غاړه پايڅې پورته کړې ،په کراره په اوبو کې ورښکته
شوم ،لږ چې په کې الړم په يوه ښويه ډبره مې پښه وښويېده له امله مې يې دوه درې رسغوټې
وخوړې او په سختۍ راپورته شوم السونه مې نه شوای تکيه کوای ځکه چې السونه مې هم په
ښويو ډبرو ښويېدل د سېند غاړې ته مې ځان ورساوه .په يوه شنه پوله ودرېدم چې له جامو مې
اوبه وبهېږي ،رس تر پايه مې جامې لندې وې .د دوی باغ هم سېند ته نژدې و .جامې مې
نيښتېزلې چې په کړس کړس مې د خندا غږ واورېد .غږ خوږ را باندې ولګېد ځکه چې هغه د ګل
پاڼې غږ و ،هغه غږ و چې د نړۍ تر ټولو غږونو ماته خوږ و .غږ يې زما زړه تازه کړ.
زه خرب نه وم چې دا به يې زما له پاره وروستۍ خندا او خوشايل وي .ګل پاڼه په خپل رسه سالو
او سپني کميس کې د باغ د ونو د شنو پاڼو په منځ کې داسې ښکارېده لکه د ګل رسې پاڼې چې
()7
راټوولونکی :عیدمحمد عابد
انالین خپور شوی کتاب د نړۍ کیسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په شنو پاڼو کې ښکاري.
څنګ ته يې ور روان شوم ،دومره په مينه يې راته کتل چې د تاثري له امله يې دويم ځلې په پوله
وښويېدم او ټولې جامې مې په خاور ککړې شوې پښه مې په پوله وښويېده د پټي په ډنډ اوبو
کې ونښته له همدې امله دويم ځيل سيند ته الړم خو تر شا شا مې دې ته په مينه کتل او دې راته
خندل.
بېرته راغلم خو ډېر ورڅخه رشمېدم ځکه چې په مخ کې يې دوه ځله لوېدلی وم او دې مې په
سېند کې د لوېدو او ټولو غوټو ننداره کړې وه.
تر الس يې ونيوم ،له ډېرې خوشالۍ يې خربې ګډې وډې کېدې .ويل يې نژدې سېند رانه وړی
وې خو خدای ته شکر چې بېرته يې سالمت راکړې.
د باغ په منځ کې د اوبو نری لښتی بهېده چې سړې او پاکې اوبه په کې روانې وې .دواړه د
لښتي يوې او بلې غاړې ته کېناستو راته ويې ويل:
-زمليه ډېره درنه خپه يم.
-ولې خدای دې مه رانه خپه کوه .زه خو هېڅکله هم تا نه خپه کوم.
-ډېر وخت کېږي چې زما پوښتنه دې نه ده کړې.
-اکرب ماما مې هره ورځ مور ته را روان وي هغه دوه پښې په يوه موزه کړې دي وايي چې خامخا
به له موږ رسه خپلوي کوي.
له دې خربو رسه به يې له سرتګو يوه يوه اوښکه هم ګرېوانه ته پرېوته ،ويل يې نه چې هېره کړې
مې وي او په بل چا مې زړه بايللی وي.
ومې ويل چې هېڅکله به هم داسې ونه يش ،ته څه وايې زه له تا پرته يوه لحظه هم ژوند نه شم
کوالی .خو درسونه مې را باندې زور شوي دي .تېرو ورځو کې مې آزموينې وې چې په ښه نومره
په کې بريالی شوم .په دې خربه مې ډېره خوشاله شوه ،زما په بريا رسه يې اوښکې پاکې کړې او
مبارکي يې راکړه.
د ګل پاڼې ګيلې ال خالصې نه وې چې وړوکی ورور يې په مڼده راغی.
ګل پاڼې ته دلته څه کوې؟
()8
راټوولونکی :عیدمحمد عابد
انالین خپور شوی کتاب د نړۍ کیسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شهيدې نکريزې
د خنداګانو او دريا له نرمو غږونو ډکه کال له د باندې نه داسې ښکارېده لکه نوی سپړېدلی
غاټول چې د حيواناتو له پښو الندې شوی او بيا يې رس پورته کړی وي.
سپينږيرې په خپله مېرمن غږ کړل :وه بال! درې ځله يې ناره کړه ،خو ټيټ غږ به يې په کال کې د
ماشومانو او مېرمنو په غږونو کې ورک شو او د سپني سارې مېرمنې تر کمزورو غوږونو نه رسېده.
بل ځل يې خپل ټول زور ستوين ته راټول کړ او په لوړ غږ يې ناره کړه :کڼېېېېې!
مريمن يې غږ وپېژاند او په منډه يې مخ ته راغله.
– خري دی چې د کال منځ ته راغلی يې او نارې وهې؟ سپينږيری به يې خو کال له ښځو ده ،يو
کوچنی به دې رااستولی وای.
– وال ښځې! له خوشحالۍ مې زړه داسې ډک دی چې هر څه يې رانه هري کړي دي .خري ،چا
رسه دې چې د ناوې کور ته په نکريزو د تلو وعده کړې ده ،ژر يې تيارې کړه ،موټر او سړي
()9
راټوولونکی :عیدمحمد عابد
انالین خپور شوی کتاب د نړۍ کیسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تاسې ته انتظار دي.
– نه نه ،موږ په پښو ځو .ښځې وايي د نکريزو د شپې همدا خوند وي چې پر الره دريا ووهو.
– وه ښځې ،شاوخوا پښتانه راچاپېر دي ،دا مو کوم نوي رواجونه پيدا کړي دي ،که خوشحالېږئ
او که خپه کيږئ ،د پياده تګ اجازه نه درکوم.
شېبه وروسته موټران د ناوې د کور دروازې ته ودرېدل .هلته پېغلو او سپني سارو ناوې ته السونه
رسه کول او دلته ډله ځوانانو زوم رانيولی و ،چا ټوکې پرې کولې او ځينو يې دفاع کوله .يو
نژدې ملګري يې په لوړ غږ وويل:
– خچه ګوته يې وررسه کړئ او په ورغوي يې زړه واچوئ ،چې غشی ترې وتلی وي.
– دا څه وايې؟ اوس خو يې بايد زړه ټکور يش او ته غشی ترې باسې.
د ځوانانو ال د الس په رسه کېدو مشوره نه وه راغلې چې د زوم د ورور تليفون ته زنګ راغی،
نېکه يې و.
– موږ در روان يو ،کور ته حال وکه چې شنې او تورې چاوې تيارې کړي.
– سمه ده حاجي الال ،چاوې تيارې دي ،تاسې دې خدای په خري راوي.
سپينږيري په يو زملکي غږ کړل :ورشه هغه زمونږ ښځو ته وا تيارې شئ چې ځو ،ناوخته دی.
د ناوې پالر لوړه وکړه :حاجي الل په خدای که پل ال واخلې ،دا د خوشحالۍ شپه به دلته
تېروئ ،مه کوه چې ښځې خوشحايل وکړي ،بيا يا الله يا نصيبه چې داسې خوشحايل مو نصيب
يش.
– تا ته نور تکليف نه درک… د چورلکو غږ يې خربه په خوله کې وچه کړه.
– يا الله ته خري پېښوې!
– خدای دې خري کړي ،ورشه او ژر غږ پرې وکړه چې هسې کور ته ځان ورسوو ،د کفر اوالد بيا
چورلکې راپورته کړې ،چې د چا په کور به غم مېلمه کړي.
سپني ږيرې حاجي الال د اينګور په رنګارنګ ځونډو او زرينو چرمو اوبدلی دسامل په خپل سپني
پاج برسېره هوار کړ او په ترهېدلې ټيټ غږ يې وويل :خدای دې راته مبارکه کړي.
موټرې ال کال ته نه وې رانژدې شوې چې له پاسه درز شو ،له شاوخوا څخه هم ناتار ډزې وشوې او
()10
راټوولونکی :عیدمحمد عابد
انالین خپور شوی کتاب د نړۍ کیسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د موټرو په اوسپنو د لګېدونکو وړو مرميو سپرغۍ د اسامن پر لور والوتلې .هلته د کال له مهامن
خانې د بارودو رسې ملبې پورته شوې.
د سپينږيري سپني پاج په نژدې فصل کې ريتاړې ريتاړې پروت و او د ناوې دسامل د څنځلو په
خاردارو ښاخونو کې ټوټه ټوټه زړېده.
د هلمند د موسی کال د دې خړ کيل خلک له لومړي درز رسه وپوهېدل چې په کيل يې د ناټو
عسکرو او د هغوی د کورنيو ملګرو لخوا چاپه وهل شوې ده .هيڅوک له کورونو نه راوتل ،خو
عسکر يې کورونه ته ورتلل او يو يو يې ويشتل ،له هوا نه پرې تورو چورلکو ټوله شپه مسلسله
مبباري کوله.
سهار ژوندي پاتې شوي کليوال ستړي ستومانه په کالګانو او فصلونو کې په جسدونو راټولولو لګيا
و ،نيم کليوال هدېرې ته د قربونو کندلو لپاره تليل و.
څو تنه ځوانان چې د ستومانۍ له وجې د نکريزو په شپه د زوم کور ته نه و راغيل ،هغه وخته
زبون وهيل شول چې د ځوانانو له وينو رسه ګډې شوې نکريزې يې د مهامنخانې په ديوالونو
پورې نښتې وليدلې.
يو ځوان د زوم د پرې شوي الس خپړه وليده چې په خچه ګوته يې نکريزې لګېدلې وې ،ورو يې
له ځان رسه له غرېوه په ډک غږ وويل:
شهيدې نکريزې.
سوالګر
یو سوالګر د هندواڼو پلورونکي ته ودرېد او په خواره خوله یې وویل :وروره غریب یم ،څه نه لرم،
که د الله د رضا په خاطر یوه هندواڼه راکړې!!
دوکاندار په هندواڼو کې وکتل او هغه بې کاره هندواڼه چې ،هیچا نه رانيول ،مسکین ته
ورکړه...
()11
راټوولونکی :عیدمحمد عابد
انالین خپور شوی کتاب د نړۍ کیسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سوالګر چي هندوانې ته وکتل ،پوه شو چې د خوراک شی نه ده ...په جیب اخته شو او شېبه پس
یې څو پېچيل نوټونه را وایستل ،هندوانه پلورونکي ته یې ورکړل او ویې ویل :ددې روپیو په
اندازه راته یوه بله هم راکړه...
دوکاندار په هندوانو کې یوه ښه سمه او روغه دانه را واخیستله او سړي ته یې ورکړه ...سوالګر
دواړه هندوانې اسامن لوري ته ونیولې او ویې ویل :الهي! ستا بنده ګان وګوره! ستا لپاره یې
راته دا خرابه او ورسته هندوانه راکړه او د پیسو له پاره یې دا روغه او خوږه هندوانه راکړه!!!
شهيده مينه
خندا اخيستی وم دومره خندا ،چې هېڅ مې ځان نشو اداره کولی .موبايل مې ورشنګېد ښې
جيب ته مې الس کړ خو موبايل مې کيڼ جيب کې و.
رنګ مې زيړ شو تندی مې راټول کړ په کيڼ الس مې سرتګې وسولولې( .مستعار نوم) اوهو څلور
کاله وروسته يې اړيکه نيولې وه.
له ملګرو مې فاصله واخيسته ،سينه کې مې درزا وه ته وا دوهمه نړيواله جګړه پکې پيل ده ساه
مې نشوه اخيستی.
په نښتې او بنده ژبه_
حاحاحا هلوو!
بلې_ سالم عليکم
غږ نا اشنا و ،زياته يې کړه ( زه يې دوسته يم ،ناروغه شوې وه کينرس يې درلوده ويل يې چې
سرتګې مې پټې شوې دې شمېرې واال ته خرب ورکړه او څو شېبې وړاندې په داسې حال کې چې
()12
راټوولونکی :عیدمحمد عابد
انالین خپور شوی کتاب د نړۍ کیسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ستا نوم يې اخيست ش شه ششش شهيده شوه).
د وران برېک غږونه شول ډريور جمپ ته برېک ونيوه زما سرتګې ملدې وې د خيال نړۍ يې
راړنګه کړه .اسويلی مې وکړ لوی سفر را تر غاړې و بيا لکه چې خوب وړی وم.
()13
راټوولونکی :عیدمحمد عابد
انالین خپور شوی کتاب د نړۍ کیسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه
د کیسو لیکواالن نه وه راته معلوم نو په
()14
راټوولونکی :عیدمحمد عابد
انالین خپور شوی کتاب د نړۍ کیسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
https://t.me/ayapohizy
Download from:aghalibrary.com
پاي
()15
راټوولونکی :عیدمحمد عابد