Professional Documents
Culture Documents
File
File
لنډې کيسې
صفيه حليم
. ٢بابا
. ٣تاويز
. ۴ښايست
. ۶نرسه
. ٧ځواک
. ١٣سينما
. ١۴پوښتنه
1
(c) ketabton.com: The Digital Library
دببو کور
ھلته به ھر وخت يو شور وو ،داسى شور لکه چې د واده په کور کې وي .د ماشومانو چغي ،د
ښځو خنداگاني ،د سړو خبرى ...بس د ببو کور يو جنت وو .د کلى په مينځ کې د ويالى په غاړه دا
کور په څو جريبه مزکه کې جوړشوى وو .د يو سرداالن کې به خلکو خبرى بل سرته نه اوريدى.
د ببو ھر يو ځوى چې واده کوو نو ھغه له به يي يوه کوټه او يو داالن جوړ يدو .
د شپږو زامنو او څلورو لوڼو نه عالوه په کور کې څو تنه سپين ږيرى او يو څو سپين سرى ھم
اوسيدى چې د ببو د خپلوانو نه وو .ماشومان نه وو خبر چې دوى د ببو سره څه خپلوى لرله خو د
ھغوى کيسو به ورله خوند ورکاوو .د کور په انگڼ کې د توت او د انارو ونې وى .د لوى ديوال
سره د انگورو تاکونه وو چې د اوړى په غرمو کې به ورالندى ماشومانو لوبې کولې .او د مشرانو
نه په پټه د انگورو تروى پاڼي او يا خام انگور به يي خوړل .کله کله به يو سپين ږيري سړي ھم
ھلته کټ واچوو او د څپر تر سورى الندى به يي خوب کوو.
د ببو د کور دروازه نه وه .بس يو لوى در او د ھغى مخى ته وړوکى خام ډيوال وو چې ښځى به د
ھغى شاته ودريدى او کله به يي د ھگيوال او کله دبنجارى نه شيان پلورل .د اوړى د غرمى به
چې په پټو کې لو کيدو او د کور ټول غړى به ھم ھلته وو پدى کور کې به يو څو شيبو لپاره
خاموشي شوه .يوه زړه انا به په داالن کې ناسته وه او ځان ته به يي ببوزى وھلو .پدى محال به
دومره چپتيا وه چې د مچانو بنگا به ھم نه اوريدل کيده .بيا به يو مچ را والوتلو او بنگ به يي وکړ.
د مازديگر په تناره کې به د چم گاونډ ښځو خپلى ډوډى پخولى .شپى د ډيوې او د ھرى کين په رڼا
کى به ښځو څرخى گرځولى ،ټپى به يي ويلى .ماشومانو به پټ پټونى کولې او سړي چې به د
حجرى نه دې کور ته راتلل نو په السونو کې به يي بلې شونټۍ نيولې وې .د ببو په کور کې کله
کله جنگ ھم وشو يو ماشوم به بل د السه شى وتښتوو ،منډى ترړى شور ماشور به جوړ شو.
ځوانى مرگ ،بى حيا ،سوډر او دغسى نورالفاظ به ماشومانو زده کړل .ميندو به يو بل ته
پيغورونه او سپکى وويلى ،خو لږ وروسته به بيا ټول ارام او خپل کارونه به يي کول .د ببو په
کور کې ددنيا ھر څه وو .ھغه دنيا چې ډيره وړه او حاجتونه بي ډير محدود وو .ستنه ،تار ،قيچي
)بيتى( د گنډلو ماشين ،د شيشى گيالسونه ،چيني لوښي ،د ميسو پتنوس او دا ھغه شيان وو چې د
کلى د ھر کور پر ھرى غنم ښادۍ کې به خلکو د ببو نه په پور ووړل.
بيا يوه ورځ د ببو مشرزوى خليل دوبۍ ته د تللو فيصله وکړه .دى په ښار کې د يو مسترى سره د
موټرو د پرزو جوړولو او د ويلډنگ کار زده کړى وو .په دوبۍ کې د داسى کسب گرو ضرورت
وو .خليل خوشاله وو خو ببو وارخطا وه .ھغه په خپل ټول ژوند کې ښار ته يو څو وارى تللى وه.
دا ھم نه وه خبره چې نړۍ څومره لويه ده ،پکى څومره خلک وسيږى .په کومه ورځ چې خليل
روانيدو ببو په کور کې لوى خيرات کړى وو .ډير خلک راټول وو .دببو امږيندو اخوا د يخوا
منډى وھلى او په ميلمنو گرځيدى ،خو ببو په يو کټ ناسته وه .د کلى ښځى به راغلى او يو څو
شيبى به دى سره کيناستى .چا به ورله مبارکى ورکړه ،چا تسلى او چا به ورسره وژړل خو ببو
غلې ناسته وه ،ھيڅ خبري يي نه کولى .د خيرات ډوډۍ وخوړل شوه او د ببو په کورکې يوه شيبه
خاموشي شوه .د خليل بکس په يوه ټانگه کې کيښودل شو ،ھغه د خپلى غاړى نه د گلونو څو
اميلونه لرى کړل چې خويندو ورته راوړى وو .بيا د وروستى ځل لپاره د ببو سره جوخت
کيناستو .ھغى ته يي تسلى ورکړه چې شپږ مياشتى وروسته به په چوټۍ راځي خو ببو ھم
ھماغسى غلې ناسته وه .د کور سپين ږيرى راټول شول ،يوى ښځى د خليل په سر قران ونيولو.
2
(c) ketabton.com: The Digital Library
ده د وروستى ځل لپاره د مور پښى ښکل کړى .ببو ورته په سر الس کيښود يو څه دعايي وکړه
خو دومره په ټيټ غږ چې ھيچا نه اوريده .خليل د وروڼو او د ماشومانو په بدرگه له کوره ووتلو.
يو چا ډک جام اوبه ورپسى وروشيندلى .
ټولى ښځى د ببو کټ خوا او شا ته کيناستي ،څوک په زمکه او څوک په نورو کټونو خو ببو نه
ژړل نه يي څه ويل .بيا نورى ښځى خپلو کورونو ته والړى او د کور ښځو لوښى لرگي راټول
کړل ،د ببو گيرچاپيره د ژوند کاروبار بيا پيل شو خو ھغه ھمدغسې په کټ ناسته وه .يو چا ورته
وويل "ببو د مازيگر مونځ به درنه قضا شي" خو ببو بيا ھم را پا نسيده ،د خليل ښځى ورته پام
شو .خواښي ته ورنږدى شوه او دى وليدل چې د ھغى په بانړو يوه اوښکه لکه د ملغلرى پرته وه.
سترگى يي دروازى ته نيولى وي امږور يې الس ونيولو او ورته يي وويل "ببو راپاسه" خو ببو
لکه چې يوې بلې دنيا کې وى ،له سترگو يي دوه اوښکى راتوۍ شوي او په يوې سلگۍ يي وويل
"د ببو کور وران شو".
بابا
زه د ګنډلومشين ته ناسته يم .د لور كميس مې ايله د مشين ترغاښ الندې ايښى دى ،چې د نګارې
غږ اورم .زه يوه شيبه غوږ نيسمه ،نګاره په قھر شوه .اوس يې غږ نور ھم لوړشو .زه پوھيږم
چې نورګنډل نه شم كولى .بابا لكه چې بيا نن كوم شى خوړلى دى ،زما دا اندازه ځكه سمه ده ،چې
له تيرې مياشتې راھيسې كله د نګارې او بابا ناندرۍ پيل شي ،نو زه ھم په كې د روغې جوړې
لپاره ورغوښتل كيږم .
نور كله د نګارې په كور كې ډٻره خاموشي وي .يوازې د بابا غږ اورٻدل كيږي .نګاره او د ھغې
بچيان په ټيټ غږ خبرې كوي ،خو كله چې بابا له بازاره څه خوړلي وي ،بيا نو د ھغه غږ څوك نه
اوري ،يوازې نګاره لګيا وي .ھغه زما د ماما لورده ،كونډه ده ،د دريو اوالدونو سره د مور او
پالر كره اوسيږي .زموږ او د ماما كورونه ديزوال په ديوال دي .يوه وړه كړكۍ د دواړو
كورونو ترمنځ لکه د ميږي الر ده ،چې ښځې او ماشومان ترٻنه اخوا دٻخوا دانګي .
ماما ته موږ ټول بابا وايو او بابا د معدې تكليف لري .ډاكټرانو ورته ويلي دي چې نرم خواړه به
خوري .زيات غوړ ،مرچ مساله او د بازاري خواړه ورباندې بند دي .نګاره د بابا يواځينۍ لورده
او په يوې بھرنۍ اداره كې كار كوي .بابا د سركاري نوكرۍ نه ګوښه شوى دى ،اوس د اوياوو
كالو دى ،د معدې له تكليف پرته نورصحت يې ډٻر ښه دى .خو نګاره تل د پالر په اړه خواشينې
وي .بابا څو وارې د معدې د پرھردالسه په روغتون كې داخل شوې و.
كله كله يې د معدې تيزابيت دومره ډٻر شي چې د درد له السه بې شيمې وي .نگارا ورته د چرګ
ساده ښوروا پخوي .له ښاره ورته رنګارنګ بسكيټ راوړي ،الوګان ورته اٻشوي ،ميده كوي او بيا
لكه د ماشوم بابا ته په خپلو السونو ډوډۍ وركوي .مامي پخپله د السونو او پښو د درد له السه په
كور كې ډٻر څه نه شوى كولى .
بابا د چكر په پلمه له كوره وځي ،كله له شاكرحلواي نه حلوه پوري اخلي .ھملته د دكان ډډې ته
جوړ دكانچې كښيني او خوري يې ،كله د عبدالكريم له ھټۍ يوه لويه ركابۍ د لوبيا اخلي .ښه د ليمو
اوبه ،سره مرچ او مالګه ورباندې واچوي او خوري يې .جانباز نانواى ھره جمعه كله پخوي ،په
دې ورځ بابا ځان پټ له كوره باسي او لږ تر لږه د لسو روپو كله ارو مرو خوري ،چې ښه غوړ
او مرچ مسالې ھم په كې وي .
د نګارې درې واړه ماشومان د بابا څارنه كوي ،خو بابا له ډير چلونه ورځى .ھغه دى د نګارې
غږ راپورته شو .ما ته اوازونه كوي:
3
(c) ketabton.com: The Digital Library
4
(c) ketabton.com: The Digital Library
دا پوښتنه ھغې له خپلو دوو زامنو وكړه چې له كړكۍ يې پټ -پټ راكتل .ھغوى تر نورينې زيات
ډيپلوماتان وو .ژر يې له ھاغه ځايه پښې سپكې كړې .
د نګارې شاھدان الړل ،نو ھغه يو څه ستړې معلومېده .بابا ھم حوصله موندلې ده .فكر كوي چې
جنګ پاي ته رسيدلى دى .اوس ھڅه كوي چې له كوټې ورو غوندې ووځي .په دې كې ناببره وړه
نورينه زما له غيږې ناره كوي :
”بابا الته ويلي وو ،چې ادې ته مه وايه ،بيا ما پكولې وخوللې“.
”ھۍ ھۍ! لعنت دې وي د ماشوم په عقل“ .دا خبره ما له ځانه سره وكړه .نګارې لږه دمه كړې
وه ،له تازه دم ځواب سره بيرته راببره شوه :
”دا يې ال بله بده ...ھم له مرچو ډكې پكوړې خوري ،ھم زما لور ته رشوت وركوي او ھم بيا په
دروغو يې ھم اموخته كوي“.
او له دې خبرې سره د ھغې سترګې له اوښكو ډكې شوې .
ما مې په دې وخت كې بھر برنډې ته وتلې وه ،د لور له غږه پوھيږي چې دا زھييره ده .بيا رادننه
كيږي ،ببوزى يې په الس كې دى او پرمخ يې داسې عالمه ده چې بابا ھم پر دې ببوزى ووھي.
خو يو څه د ھغه د سپينې ږيرې ،يو څه زما د موجوديت او يو څه د پخوانۍ مينې له كبله مجبوره
كيږي ،الس نيسي ،كښيني او راته وايي :
”د دې سړي ھمدغه حال دى .نه په خپلې ګټې دى او نه تاوان ،خيټه يې په الس كې نيولى وي.
اوس لږه شيبه وروسته به يې د درد له السه ټول كور په سر اخيستى وي .ھمدغه نګاره بيا ورته
دارو درمل كوي .پرون يې ھم په بازار كې سموسې خوړلې وې ،كرۍ شپه يې په ويښه تيره
كړه“.
نګارې تر اوسه ډٻرې په حوصلې جنګ كاوه او ميدان يې ګټلى و .خو د مور په خبرو يې لكه چې
زړه راډك شو .وايي :
”ما ته د سړي د مرګ نه وروسته درې اوالدونه نه دي پاتې ،زه د څلورو ماشومانو مور يم او دا
يو په كې تر ټولو زيات رنځ راكوي “.
اشاره يې بابا ته وه .زما مخامخ پر غالۍ كښيناسته او وايي :
”ھره ورځ ھمدغه حال دى ،كله د جمعه ګل د دكان نه كباب وخوري ،كله يې اٻشېدلي وږي
خوړلي وي ،ھاغه بله ورځ يې چولې )نخود( خوړلې وې .
بابا ته ګورمه ،اوس يې بيا سر ټيټ نيولى دى .د خجالت او جرم له احساسه په ډك غږ وايي :
”تاسو به باور نه كوئ ...زما غوندې د زړو خلكو حافظه ډٻره كمزورې شي ...ما نه خو ھير وو
چې ډاكټر راته ويلي دي :...بس كله چې وږى شم ،ھر شي ته مې زړه كيږي .نن د پكوړو د ګاډۍ
له خوا نه تيرٻدم ،يو لږ مې واخيستې ،چې په كور كې به يې ماشومانو ته وركړم .يو دوه دانې مې
دې وړو ته وركړې ،ما ايله څكه كړې ده .ډٻر مې نه دي خوړلي ،خوله مې پيكه وه ...زيات مرچ
او مسالې پکې نه وې“.
د بابا دا اعتراف د نګارې دوو زامنو ھم لكه چې اورٻدلى و ،ګورمه چې له نيمې وازې كړكۍ نه
يې سرونه راښكاره شول ،اوس ټول نګارې ته ګوري .ھغه له خپله ځايه راپاڅيږي او اعالن كوي :
”اوس كه په دې كور كې ھرڅوك ناروغيږي او كه مري ...زه يې ډاکټر ته نه شمه بيوالى .څوك
دې په جمشيدي پكوړو واال پسې ورشي ،چې امبوالنس راولي .زه له ژونده بيزاره يم .شپږ ورځې
په دفتر كې كار كوم ،په اوومه ورځ مې زړه غواړي چې ارام وكړمه .خو ھره جمعه ھمدغسې په
ناندريو كې تيرٻږي“.
نګارې دا ټولې خبرې په تللو كې وكړې ...نورينې زما غېږه پرٻښوده او اوس په خپلې مور پسې
منډې وھي .
5
(c) ketabton.com: The Digital Library
بابا ھم دلته پر غالۍ وغزٻږي ،مامي ورته ببوزى وھي .زه خبره نه يم چې كه د بابا په خيټه كې
درد وشو ،نو نګاره به ورته له خپلې كوټې رامنډې كړي .د درملو غم به يې كوي .زه په دې ھم
خبره يم چې سبا ته بابا د جمعه ګل د دكان كباب خوري ،يا به له شاكر حلوايي نه مټايي ،يا لوبيا...
بابا نه منع كيږي.
تاويز
ھاشم د ښاري سروٻس نه په بيړه ښکته شواو غوښتل يې چې دسړک پورې غاړې ته والړشي خو
ناببره ...شاته نه چا ورباندې غږ وکړو"وا خانه ...تاته وايم ...ودرٻږه ...دابټوه دې واخله ".ھاشم
ھيڅ نه اورٻدل ،په ده تادي وه خو بل کس ورباندې چيغې کړې"...استاده پټاکې دانه دې ھيره کړې
ده" ھاشم شاته وکتل ...يو بل تن ناره کړه ....ودرٻږه ....بکسه درنه پاتې ده.
ھاشم ددې خبرې په اورٻدو د تخر په جيب الس ووھلو او بيا يې روان بس ته وکتل يو سړى د بس
دکړکۍ نه نيم بھر راځوړند و،نورو سورليو ډرايور ته چيغې وھلې چې ايسار شه ...که نه دا
ښاري بسونه خو دباد په اس سپاره منډې وھي،له کړکۍ نيم بھر راوتلي کس په يو الس کې د ھاشم
وړه بټوه نيولې وه،او چې دى ورنږدى شو ھغه په زوره زوره لگيا و"په بس کې ويده وې نو اوس
خو راويښ شه ...داځلې درسره بخت ياري وکړه زما ورته پام شو که نه دا ښار د غلو ډک دى".
ھاشم دسړي دالس نه خپله بټوه واخيسته اواليې دتشکر او مننې جمله په خوله کې وه چې بس
ګړندى شو او د نورو خبرو پر ځاى سړي ته الس وخوځوو .ده بټوې ته کتل .په دې مياشت کې
دا دويم ځل و چې دھاشم نه بټوه پاتې کيده او نورو خلکو ورپسې رازغلولې وه .دى دسړک نه
پورې غاړې دخپل دفتر دلويې ودانۍ په لورې روان شواوچرت يې وھو چې ده خو دخپل ځان نه
زيات دبټوې ساتنه کوله اوس ورباندې څه چل شوى و؟ داسې نه وه چې په دې بټوه کې ډٻر مال
و،او يا دا چې بټوه قيمتي وه .ھاشم په يوه دفتر کې منشي و او دا بټوه يې ديو گاډې واال نه په لسو
روپو اخيستې وه.
دمياشتې په سر کې به يې دتنخوا ټولې پيسې دخپلې مور په الس کېښودې او ھره ورځ په يې له
ھغې د الرې کرايه اخيستله،دبټوى په يو جيب کې به يې ماتې پيسې وې،په بل کې شناختي کارډ
دريم چې زنځير يې الره په کې دلسولسو دوه نوټونه و،او دا يې د ډير بد وخت لپاره په کې ساتل.
د ھغه وخت لپاره چې ده يي اندٻښنه لرله ،ناوخته له دفتره راوتل،په خوشې الره کې بې سورلى
پاتې کيدل او ناڅاپه ناروغي.
دزنځير دجيب دالندې يو بل پټ جيب دى چې په لومړي نظر ھيچا ته نه ښکاري،او ھم په دې
جيب کې د ھاشم لپاره تر ټولو ارزښتناکه شى بند و،دا دکاغذ يوه وړه ټوټه ده چې ورباندې څو
جملې ليکلي دي دا کاغذ ھغه ته وږمې ورکړى و.
ھاشم په مھاجرت کې دښوونځي سبق پوره کړى و،او اوس بيرته چې خپل کلي ته راستون شو ،نو
دکونډې مور په وينا په ښار کې يې ځان له نوکري پيدا کړه ،دکلي ځينې خلک بيال بيلو ملکونو ته
مھاجر شوي و .دھاشم دوړوکي کور ترڅنگ داحسان کاکا پخواني کورته ھم دده دوه زامن بيرته
راغلي و .نور التراوسه په نوروھيوادونو کې وو ،په دې کلي کې ډٻره موده وروسته د واده نغاره
غږٻدله ،او د ھاشم مور ھم دنوروميلمنو په څير داحسان کاکا د کشرځوى واده ته والړه .ھلته يې
دومره پيغلې جينکۍ وليدې چې د ھاشم د واده د ارمان يې بيا په زړه کې جوش ووھلو.
خوپه دې ورځو کې دھاشم په دفتر کې يوه نوې جينۍ دکار لپاره راغلې وه،ھسې خو ھلته ډٻرو
ښځو کار کاوو،خو دا جينۍ ښايسته وه نوم يې بل څه وخو ھاشم به ورته وږمه ويل،ځکه د ھغې
6
(c) ketabton.com: The Digital Library
په مېز به ھره ورځ د تازه ګالب يا نور خوشبويي لرونکې ګلونه ايښي وو،داسې بريښېده چې په
کور کې يې ډٻر بوټي وو،په دفتر کې نور سړي ھم دوږمې نه تاوٻدل راتاوٻدل خو دھاشم په زړه
کې دھغې لپاره زوروره مينه پيداشوه .دومره زوروره چې يوه ورځ مور ورته دواده خبره وکړه
نو ده ورته وويل"زه الواده نه غواړم" بيا نو ھره شپه دھاشم دمور پوښتنې ډٻرٻدې .په سر کې به
يې ورته نصيحتونه کول چې وخت بيرته نه راګرځي ،دى اوس دپنځويشتو کالو و،دده ھمځولي
ټول درې اوڅلور اوالدونه لري .بيا به يې نصيحت په پوښتنو بدل شو"څوک دي خوښه ده .ولې
يې رانه پټوې؟ که غواړې د جينۍ کور ته به ورشو" .څو اوونۍ تيرې شوې نو مور ورباندې
جذباتي فشار راوړ ،ھاشم به کورته راغى نو مور به يې په کټ پرته وه،څه خاصه ناروغي به يې
نه وه،بس کله د پښو د درد او کله دالسونودخوږٻدو فرياد به يې کوو .ھاشم به ھره ورځ په خپلې
بټوې کې يوځلې الس وھلو،ھغه وړوکى کاغذ به يې ترٻنه راويستلو په دې ليکلي جملې به يې
ولوستې موسکى به شو،بيا به يې لکه ديو تاويز دبټوې په پټه خانه کې کيښودو،او په چرتونو به شو
چې مور ته څه وواي.
دھاشم په دفتر کې به دډوډۍ نه وروسته ځينو کارکونکو لمونځونه کول،ځينو به چې له کلي راتلل
په ښار کې دضروري کارونو يا سودا لپاره منډه کړه،ھاشم به ھم کله-کله بازار ته ورچکر شو .په
بازار کې به يې رنګارنګ شيان ليدل اوپه تصور کې به يې وږمې ته اخيستل.
تر اوسه ده دوږمې سره ډٻرې کمې خبرې کړې وې،ھغې به دنشرياتو په برخه کې کار کاو .ھاشم
دا ھم نه غوښتل چې ددفتر نور خلک دې دده په احساساتو خبر شي .ھغې دوږمې بدنامې ھم نه
غوښتله ،خو يوه ورځ ورته خداى موقعه برابره کړه .ددوى ھمکار زيارت ګل ټولو ته د واده بلنه
ورکړې وه .ميلمستيا په يو ريسټورنټ کې وه اودمازديګر دچايو نه وروسته ھغه کسان چې په لرو
سيمو کې اوسيدل راپاڅيدل .ھاشم ھم غوښتل چې کلې ته والړ شي ،په دې ډله کې وږمه ھم
وه،ددفتر گاډي دوى ځاى پر ځاى ښکته کول ،ھاشم د وږمې سره خبرې کولې خو ھغه غلې وه.
د وږمې کور په يوه تنګه کوڅه کې وۀ،او ګاډى نور دننه نشو تللى ،په دې وخت کې ھاشم دګاډي
نه ښکته شو او وږمې ته يې وويل"که غواړې زه به درسره ترکوره والړشم"اوس کوڅه تياره وه.
وږمې ورته دمننې يو څو جملې وويل اوھاشم ورسره روان شو .د ده زړه دخوشحالۍ نه په
ټوپونو و ،ډرايور ته يې دانتظار ويلي و ،خو دا ھيله يې پيدا شوه چې که وږمې راته دکښيناستو يا
د چايو ست وکړو نو دى به ارومرو ورکره ايسارٻږي .وږمه په الره کې ھم خاموشه وه ،يو
وړې لرګينې دروازې مخې ته ټغرځوړند و ،وږمه ھلته ودرٻده او ھاشم ته يې وويل"بس ستاسو
ډٻره مننه دا زما کور دى" دا يې وويل او دروازه يې ټيله کړه نو ھغه خالصه وه .تر څو چې
ھاشم ورته خداى په اماني ويل وږمه د ټغر شاته بيا ورکه وه.
په تياره کوڅه کې ھاشم ډٻر نا ھيلى روان و ،په زړه کې يې دا ټپه وګرځيده.
دى نه پوھيدو چې وږمې ته څرنگه دزړه حال ووايي ،په بټوه کې ايښى کاغذ ھغه ته ډٻرې ھيلې
وربښلې خو مخامخ به وږمه داسې وه لکه د دفتر نورغړي .په موټر کې ھاشم ځان ته تسلي
ورکړه چې وږمه سوچه پښتنه ده ،څنګه به يو غير سړي سره اضافي خبرې کوي .په دې خبره
يې زړه خوشحاله شو،په ھاغه شپه يې مور ته دزيارت ګل دواده کيسې کولې،مور ھم لکه چې بانه
غوښتله ورته يې وويل:
"ستا دواده وريژي به کله خورو"ھاشم ورته وويل:
7
(c) ketabton.com: The Digital Library
"مورې بس لږانتظار نور وکړه" په بله ورځ ھاشم فيصله وکړه چې نور به وخت نه ضايع کوي
او وږمې ته به ھم ھماغسې ليک وراستوي لکه چې دې وراستولى و،خو بيا يې دا فيصله بدله کړه
ھسې نه وږمه پرې غوصه شي،څو ورځې نورې ھم دغسې تيرې شوى،ھاشم ځان سره کرل رٻبل
چې څه وکړي دى به ھره ورځ دماسپښين دوه بجې ددفتر د فوټو کاپى ماشين کاروو،دلته به يې
ھاغه پاڼې کاپي کولې چې د دفتر مشر به ورته ھره ورځ ورکولې.
ھمدغسې يوه ورځ ھغه دوږمې سره ھم د ځينو پاڼو په کاپي کولو کې مرسته کړې وه،او ھغه ورځ
د ھاشم د ژوند مھمه ورځ وۀ ،د ھاشم په دفتر کې ھم اوس کمپيوټر راغلى و،دوى ته ددوو ورځو
دتربېي نه وروسته ويل شوي و چې نور کار به په خپله دکمپيوټر په کارولو زده کوي،ھر چا به
زيار ويستلو چې زر تر زره يې زده کړي،ھاشم ھم خواري کوله خو کله نا کله به داسې بند شو
چې نورو نه به يې مرسته غوښته،خو دوى به ھم نه پوھېدل.
ھا شم به دډوډۍ پر وخت ھم په کمپيوټر اخته و،يوه ورځ ھم دغسې بوخت و ھاغه څه چې ده
غوښتل کمپيوټر به ورته د رد ځواب ورکوو،دډٻرې خواشينۍ نه ددفتر په دروازه کې والړ وچې
له چا مرسته وغواړي،ھمدغه وخت وږمه له ھغه ځايه تېرٻده،ده ته رانږدې شوه پوښتنه يې ترې
وکړه او بيا ورسره دکمپيوټر لورې ته راغله ،څو پوښتنې يي ترې وکړې او په خپله په چوکۍ
کښيناسته ھر څه يې ورته سم کړل په کاغذ يې ورته نقشه جوړه کړه چې که بيا کمپيوټر کار
ونکړو نو دنقشي له مخې دې بټنې ووھي.
وږمه چې له چوکۍ راپاڅېده نو ھاشم ته يې وويل"ستا يادٻږي چې يوه ورځ فوټوکاپى ماشين کار
نه کاو او تا راسره مرسته کړې وه،ما درته دمننې نوټ ھم ليکلى و،که بيا دې ھم کمپيوټر کې
مرسته په کار وي راته ووايه،ھاشم په ھغه ورځ دومره خوشحاله وچې مورته يې له ښاره ميوه
يوړه،او ھغې ته يې دوږمې دکور پته ورکړه چې غوښتوته يې والړه شي.
مور يې په راتلونکې اونۍ خپله خورزه را وبلله او دواړه دوږمې کورته والړې،ھاشم دوى کوڅې
ته برابره کړه او په خپله دښار يو ملګري کور ته والړ،دوى دماسپښين نه وروسته تللي وو،او دوه
ساعته چې واوړيدل نوھاشم ورپسې بيرته والړو.
کور ته درارسېدو سره سم ھاشم دمور مخ ته وکتل،ھغه ډٻره خوشحاله نه ايسېده دترور لور يې
چايو جوړولو ته والړه نوترې پوښتنه وکړه"څنګه مورې وږمه دې وليده...کورنۍ يې څنګه ده؟"
مور ورته وويل"بچييه زړه دې صبر کړه .د وږمې مور دا خپل وراره ته په نکاح کړې ده ،ھلک
بھر ملک کې دى کال ته به راشي نو واده به کېږي" ھاشم د مور ددې خبرو په اوريدو داسې
شولکه چې وينه ترې چا زبېښلې وي.
په بل سحر ھاشم دخپلې بټوې دپټ جيب نه ھغه کاغذ راوويستلو چې لکه دتاويز يې ساتلى و.
په دې دوږمې دالس ليک و په کې ليکلي و"نن چې څرنګه دې زما مشکل حل کړو په رښتيا زه
دھغې مننه درڅخه نشمه کولې ژوند کيداى شي ھمداسې وي چې ديو بل په کار شو زه به ھم دھغې
ورځې په انتظار يم چې ته راباندې غږ وکړې زه به ستا پور وړې يم" ھاشم دا کاغذ وشلو او ټوټې
يې بھر په کوڅه کې باد کړى ،بيا يې د جيب نه ھغه کاغذ راوويستلو چې وږمې ورباندې دکمپيوټر
دکارونې نقشه جوړه کړې وه،او ډٻر په احتياط يې دبټوې په پټ جيب کې کيښودو.
ښايست
"دا چاى دې سړې شوى!" د خواښې ددې خبرې په اورٻدو نازو د خپلو خيالونو له نړۍ را بھره
شوه .ھغه په کوټه کې تودې بخارۍ سره ناسته وه ،بھر سخت باران و ،لږه شيبه وړاندې واورې
ورٻدې او نازو له کړکۍ د واورو په ننداره وه .دھغې له ماشوم والې واورې خوښيدې ،ددوى کلى
8
(c) ketabton.com: The Digital Library
دسوات په دنګو غرونو کې و،او ھلته به ھر کال ښې واورې ورٻدې ،د ژمې لومړيو واورو چې
ھر څه به سپين کړل نو ھغې به په پټه دخپلو ھمزولو سره د واورو خوړلو تا بيا وکړه .يو چا به د
کورنه ګوړه راوړه او په واورو کې به يې ګډه کړه .ددې به څومره خوند و ھغې دچايو پياله
راواخيسته او يو ګوټ يې ترې وکړ .اوس خواښې يي ھم د بخارۍ سره نږدې کيناسته ،داوسکو
او دبادامو کاسه يې ورته وړاندې کړه ،نازو يو بادام راواخيستو اوورته ځيرشوه .ھغې ته دخپل
کور دبادامو ونه را ياده شوه دشنو بادامو په شکولو څووارې مورترټلې وه.
دنازو خواښې څو شيبې دې ته وکتل او بيا يې وويل"څه چرت وھې لورې؟" نازو لکه چې له
خوبه راويښه شوه "ھيڅ ھم ترور ...بس ھسې" په دې وينا ھغې بادام خولې ته کړو ،په نکريزو
سروګوتو يې د نوو سرو زرو ګوتمۍ پړک ووھلو.
نن څومه ورځ وه چې دنازو ډولۍ ددې کور ته راوړل شوې وه په کورکې پاتې دلرو ځايونو
ميلمانه ھم اوس تللې وو،تر اوسه نازو سره به چارچاپيره ھمدغه ميلمانه ناست و .نن سحر دھغې
کشره لور دنازو ايندرور خپل کورته تللې وه او وس دوى داوړه په کور کې يواځې وې .دنازو
ميړه انور کار ته تللى و دى په سر کاري روغتون کې ډاکتر و،يوه مياشت به يې د ورځې کار
کاو،او يوه مياشت دشپې ،نازو له کلي ښار ته راواده شوې وه ،او دښار دا کور ورته ډٻر تنگ
اٻسيدو،درې وړې کوټه گۍ او يو داالن په کې و ،غولى يې نه و ،دداالن او دکوټو ترمنځ وړوکې
غسل خانه او په يو وړوکې کوټه ګي کې دپخلي ځاى و .داالن ته يو ټغر ځوړند و،ځکه مخامخ
ورته اوچت کور جوړ شوى و،او دھغه له کړکيو به خلکو ددوى داالن ليدى شو.
نازو به د شين اسمان دليدو لپاره له کړکيو کتل دا کړکۍ ډٻرې اوچتې جوړې وې اوسرک ترې نه
ښکاريدو،دھغې دپالر کور څومره مزکه لرله او په کې څومره ونې وې،دبادامو،مالټو،انارو ونې
سھار وختي به په کې څومره مارغان راټول و ناڅاپه نازو خپل ځان په يوبندي خانه کې احساس
کړپه دې وخت کې دروازه وټکېده اوڅوميلمانه رادننه شول دا دچم ګاونډ يو څو ښځې وې چې
دنازو خواښې سره يې تګ راتګ کاوو،دا څو شېبې دوى سره کېناسته او بيا دچايو ډوډۍ په غم
کې شوه،نن ھغې په لومړي ځل پخلى کاو نوډٻر په شوق لګيا وه،کله چې په دستر خوان دھغې
دالس پاخه شيان يوړل شول نو ټولو يې ډٻرصيفت وکړو ،نازو دخوشحالۍ احساس وکړو دھغې
دښار ښځې خوښې شوې ،څومره په ادب يې خبرې کولې ،ددې دکالو پترو ستاينه وشوه ،نن ھغې
ځان ھم ښايسته کړى و.
انورچې له کاره راغى نونازو ورته ھر څه په پتنوس کې دھغې کوټې ته يوړل،ھغې ډوډۍ وخوړه
او نازو ترې تاوٻده راتاوٻده،انور په خاموشۍ خپله ډوډۍ وخوړه نو نازو ترې لوښي اوچت
کړل،ددې تلوسه وه چې انور به يې دډوډۍ صفت وکړې يا ددې ښايست به وستايي خو ده ھېڅ
ونه ويل،دھغې په زړه کې دا خبره غوټه شوه دا څنګه کېداى شي چې دھغې دخواښې يا د نورو
ډوډۍ او د نازو په ډوډۍ کې توپير نه و،ھغې خو ډٻره ښه ترکاري پخوله،ان تر دې چې خواښې
ھم ورته ويل چې دومره خوندوره ډوډۍ ھغه په خپله ھم نه شي پخولې.
نازو دښونځي سبق نه و ويلى خو ليک لوست يې زده و ،رنګ يې سکڼ و خو دکور په کارونو
کې ډيره تکړه وه ،انور ورسره ډٻرې خبرې نه کولې،له کاره چې به راغلو نو دبخارۍ سره به
وغزٻدو،ماښام به يې په ټي وي کې ھندي فلمونه ليدل،دنازو
ھم دا فلمونه خوښيدل ،په تيره بيا ھغه سندرې چې جينۍ او ھلک به په کې په ښايسته ځايونو کې
ښودل دوى به ديو بل په غاړه کې السونه اچول تر يو بل به ځارٻدل.
دنازو دا ارمان و چې يو ورځ انور ھم دا ښايسته ځاى ته بيولې واى،خو بيا به يې له کړکۍ بھر
اسمان ته کتل ،سږکال ژمى غزٻدلى وبھر ساړه و ،خټې وې ،دکلي نه يې ورور راغلى و او ورته
يې ويلې و چې سختې واورې شوي وې ،ټول غرونه سپين و .دنازو په زړه کې وګرځيدل چې دا
9
(c) ketabton.com: The Digital Library
ھم دفلمي جينۍ په شان موزې په پښو کړې ،په اوږده کوټ کې ځان پټ کړي ،سره وړينه خولۍ
په سراو ھم ھماغسې وړين مفلر له غاړې تاوکړي ،انور پسې منډه کړي او په نرمه سپينه واوره
کې يې ورغړي .خو ھغې نه موزې لرلې،نه کوټ،نه خولۍ او نه مفلر.
د واده په ورځ چې دا له کلي ښار ته راتله نو يوغټ پټو ورباندې غوړٻدلى و،موټر ددوى دکور
مخې ته درٻدلى واوداھم له ھغه وخته په کور کې وه .ھغې ورځې شميرلې،اوس يو مياشت کيده
چې موريې نه وه ليدلې،ھغې دپالر څيره راياده کړه او زړه يې راډک شو.
خواښې يې ډيره ښه وه او ورته يې ويلې و چې الرې ښه شي نو کلي ته به يې بوځي،دوى به ټوله
ورځ خبرې کولې خواښې ورته دخپل ژوند ښې اوبدې ورځې يادولې،نازو به دانورسره دخبرو
ډٻره ھڅه کوله خو دانور کيسې نه وې زده ،که دې به ورته څه کار وکړو نو په سترګو کې به يې
دمننې يوه څپه تيره شوه خو نازو غوښتل چې انور ورته په خوله يو څه ووايي .ھغې به ځان
جوړکړو خو دانور له خولې نه يوه خبره دستاينې نه راوتله.
يوه ورځ ھغې سترګې ښې تورې کړې سره اوشنه رنګونه يې له سترګو چاپېره ووھل،ھم
ھاغسې لکه چې په ھندي فلمونو کې به جينکو وھلي وو،شونډې يې سرې کړې په مخ يې دومره
پوډر وھلي و چې دا لکه جاپانۍ نانزکه ښکارٻده .نازو ھوډکړى وچې نن به د انور له خولې يوه
ډٻره ښه خبره راباسي .د انور ګالبي رنګ خوښيدواونازو دخپل واده د جوړو نه يوه ښايسته
ګالبي جوړه واغوسته .انور نن مازديگر له کاره راتلواوھغه ويلې و چې نن دغرمې ډوډۍ به په
روغتون کې خوري.
نازو به بيا بيا ګړۍ ته کتل څلور بجې شوى،خو دانور درک نه و،دھغې تلوسه په زياتېدو شوه،په
تيرو دوو ساعتو کې ھغې پنځوس واري ځان په ھنداره کې کتلى و،خواښې يې صفت کړى و او
نازو ډاډه وه چې انور به ارومرو دې ته ګوري او يو څه به وايي،ھغه نن ډٻره ښايسته شوې
وه،پنځو بجو ته يو څه وخت پاتې و چې دروازه وټکيده او انور رادننه شو .نازو نه پوھيده چې
څه وکړي ،نور کله به يې ورته ډٻر په ادب سالم کووخو ناڅاپه ھغه وارخطا شوه ژردپخلي کوټې
ته الړه .دچايو لوښي يې راواخيستل ،انور چې مخ السونه ووينځل نازو چاى دم کړى و .بيا دوى
درې واړه کښيناستل او چاى يې وڅښلې .انور نازو ته يو نظر وکتل خو ھيڅ غږ يې ونکړو.
دھغې ھم داسې تمه نه وه چې انور به دمورپه وړاندې دې سره خبره وکړي.
ھوا اوس ماته شوې وه او دوى بخارۍ نه بلوله خو انور دخپل عادت سره سم ھم ھلته په قالينه
وغزيدو،نازو په فکرونو کې شوه چې څنګه د يو څو شيبو لپاره دھغه پام ځان ته واړوي خپلې
کوټې ته والړه ،ھلته دالمارۍ په سر يو صندوق ايښى وچې په کې دنازو واده ځينې شيان و ،ھغې
وروغوندې انور ته وويل" تاسو ته وايم ...دا صندوق خو راته له المارۍ راښکته کړئ" ھغې تر
اوسه انور ته نوم نه اخيستو،انور پاڅيدوکوټې ته والړو او المارۍ ته يې الس ورغزولى وچې
ناڅاپه نازو ورته ځان وړاندې کړ او ويې ويل"ته ماته ولې نه راګورې؟" انور خو لومړى تندى
تريو کړو ،بيا لږ موسکى شو او نازو ته ځير شو ،ھغې له حيا سترګې ښکته کړې ولې ژر يې
ورته بيا وکتل چې دانور په سترګو کې دخوښۍ احساس ولټوي .دانور له شونډو موسکا ورکه وه.
دھغه له سترګو داحساس رڼا نه ښکاريده نازو يو څه نا ارامه شوه اوبيا يې ورته په ګيله منه لھجه
وويل"څه خو راته ووايه ...زه څنګه يمه"دانور سترګې وبرٻښيدې خو مخ يې دميز لوري ته واړو.
ھلته دکاغذي رومالونو دډلې نه يې يورومال راواخيستو او دنازو مخ يې پرې پاک کړ .ھغه ھکه
پکه والړه وه،سپين کاغذ په ګالبي پوډر او په سرخي ولړل شو .انور ھغه کاغذ په ميز وغورځو
او په ډٻره نرمه لھجه يې ورته وويل"خپل ښکلى مخ په دې مصنوعي شيانو مه خرابوه"بيا يې
صندوق له المارۍ راښکته کړو او په ډٻر ټيټ غږ يې وويل"ته په خپله ډير ښايست لرې او زما ھم
10
(c) ketabton.com: The Digital Library
دغسې خوښه يي"دايې وويل او له کوټې ووتلو .نازو ھم ھلته په ځمکه کښېناسته ،د ډبي نه يې يو
بل کاغذي رومال راوخيستواودسترګو اوښکې اونور شين رنګونه يې ورسره يوځاى پاک کړل.
11
(c) ketabton.com: The Digital Library
له دې ھم خبره وه چې زه يو وارې کوژده شوې وم .زما ماميګانو به مې مور ته ويل چې زبيده
ډٻره خوشبخته ده چې خلک يې اوس ھم غواړي .دھلک کورنۍ شريفه وه ،بيا دکوژدنې ورځ
وټاکل شوه وداځلې زما مورلږ کسان خبر کړل .ما شکر ويستلو چې سبق مې پوره کيږي او نوى
ژوند به مې ھم ارامه وي .خو دکوژدنې دمخه دھلک ترور زمونږ کره راغله ،زما له مور سره
يې يو څو پټې خبرې وکړې او ژر بيرته والړه .زما مور ساه نيولې په خپل ځاى ناسته وه ،رنګ
يې تښتيدلى و ،ما ورله ژر اوبه ورکړې .پوښتنه مې ترې وکړه چې څه چل دى،ھغې وويل چې
دھلک کور ته چا ليک ورلېږلى دى چې زبيده وړاندې کوژدن شوې ده او که ھمھغه ځاى واده نه
شوه نو ھر څوک چې ورسره واده کوي سر به خوري،زما ماما ګان دھلک کورته والړل چې
ھغوى ته ډاډورکړي .ترونه مې دټوپکو سره دھغو نورو خلکو په لټه والړل دکوژدنې شيريني ھم
دغسې پاتې شوه.
د ھغو نورو خلکو درک ونه لگيدو چې څه شول ،ددې ھلک مور وويل چې ماټوله ځواني کونډتون
کې دخپل زوى لپاره خاورې کړه ،زه نه غواړم چې د پردۍ جينۍ لپاره څوک زما زوى ووژني.
ما داخبره ډٻره په سړه سينه واورٻده،ارمان مې شو چې کاشکې دا سړى پيدا کړم او ورته ووايم"ته
سخت بي غيرته يي"خو ھيڅ مې ونه کړل .ماما ګانو مې ځان مالمته گڼلو ،ما يوڅو ورځې دخپل
قسمت ماتم وکړواو بيا مې ټولو ته خپله فيصله واوروله"که له دې وروسته چا زما لپاره دواده
پيغام راوړو،نو زه به ځان په خپله وژنم" دزړه نه مې يو لوى پيټى ليرې شو نو په يو ښوونځي کې
ښونکې شوم .زما دکشرو خويندو ودونه يوځاى جوړ شول ،ورور مي ښونځى خالص
کړٮو،اواوس دترونو سره يې دکاروبار چل زده کاوو.
ھيچا به راسره د واده خبره نه کوله بس يو مور مې وه چې لکه شمع ورو-ورو وٻليده،په کور کې
دا او زه يواځې وو،د اوونۍ په پاى کې به مونږ کلي ته والړو اوھلته ھم زمونږ د شريکۍ کور
و،زمونږه دحجرې سره نږدې دځمکې په يوه ټوټه يوه ډٻره پخوانې قال وه،چې اوس شاړه پرته
وه،او مونږ به ورته دنيکه بابا بنګله ويله،په اصل کې زما نيکه ډٻر روشن فکره سړى وھغه
غوښتل چې په کلي کې دماشومانو لپاره ښونځى جوړ کړي ،دھغه وخت حکومت ورله اجازه
ورکړې وه،دقال يو څو کوټې جوړې شوې وې چې دى مړ شو،بل ھېچا بيا دا ونکړاى شول چې
دښونځي لپاره منډې ترړې ووھي،ھسې ھم دکلي خلکو په خپلو وړو سبق نه ويلو،زه به چې کلي
ته تلمه نو شاړه بنګله به مې ضرور ليدله.
زمونږ په کلي کې اوس څو تنو تعليم کړى و،اورٻدلي مې و چې يو څو جينکۍ په بسونو کې نږدې
ښارګوټي ته دسبق لپاره ورتللې،ما چرتونه وھل چې که دا بنګله اباده شي نوڅومره ماشومان به په
کې زده کړه وکړي،ھر وختې به مې له ځانه سره کرل ريبل خو ځان به مې يواځې احساسوو.
دپسرلي رخصتۍ وې مونږ په کلي کې وو ،يوه ورځ له ترور سره له کوره وتلمه چې ترونو سره
مشوره وکړمه ،دغرمې مھال و په کوڅه کې څوک نه و،خو ناببره يو ځوان مخې ته راغى چې ما
نه پېژندلو دى ودرٻدو په مونږ يې سالم واچوو،او زما له ترور سره يې حال احوال وپوښتلو،
ترور مې راته مخ واړو او ويي ويلو"زبيدې دى دې ونه پيژندلو؟"ما سر وخوځوو" بختيار دى
کنه" زه حيرانه شومه بختيار وړوکى ھلک واو دنورو ماشومانو سره زمونږ کورته دلوبو لپاره
راتلو .کله کله به يې په غولي کې والړ دمڼې ونې ته وختل او کچه مڼې به يې راشوکولې .يوه
ورځ ما لښته راواخيسته نو ټول واړه وتښتيدل،خو بختيار په ونه کې ونښتو او ترډٻره وخته زما
دلښتې له وٻرې ھم ھلته ناست و ،بيا مې مور راغله او دى يې له ما خالص کړو .ھغه وخت ما
ورته ويلې و چې که بيا مې وليدې نو پښې به درباندې ماتومه .زه په پوھنتون کې اومه دى په اتم
يا نھم کې و.
12
(c) ketabton.com: The Digital Library
خو اوس چې ما وليدو نو لوى سړى و ماته يې په داسې سترګو وکتل چې زه نا ارامه شومه .له
کوڅې ووتلو نود ترورنه مې پوښتنه وکړه "دى اوس څه کوي؟" ھغې راته وويل "په اينځرى کې
استاد دى"اينځرى کلى زمونږ دکلي سره جوخت واو دپټيو له الرو به خلک ورته په پښوورتلل.
راتلونکې څوورځې زه دترونو کره ګرځيدمه چې دنيکه دښوونځي بيرته جوړولو رضا ترې
واخلمه .دوى څه مخالفت نه کوو،خو دکوټو دجوړولو لپاره پيسې په کار وې او دوى نغدې نه
لرلې.
يو مازديګر څو ښځې زمونږ کورته راغلې ،په دې کې دبختيار مورھم وه چې ما پيژندله .دوى
چاى وڅښلې او څو شيبې زما له مور سره کښيناستې .زه دکور په نورو کارونو اخته شومه.
ماښام مور راسره يواځې کښېناسته او راته يې وويل"تا اوس ټول عمر يواځې دتيرولو فيصله
کړې ده؟"په دې پوښتنه کې ډٻر ځوابونه و ،زه يو څه پوھه ومه چې دبختيار مور يواځې زمونږ
ليدو ته نه ده راغلې خوکله چې مور راته وويل"دوى تا غواړي" نو په وجود مې اور بل شو زه
داتو ويشتو کالو يمه او بختيار دنولسو کالو دى .زه اوس دومره مجبوره شومه چې يو ماشوم
راسره واده کوي"زما له سترګو اوښکې روانې وې مور راته خبرې کولې خو زه نه پوھيدم چې
نصيحت يې راته کوو او که ماسره يې زړه خواله کوله .زه په قھر اومه داسې راته ښکاريده لکه
چې بختيار راپورې ملنډې وھلې .بيا بيا به مې له ځانه سره ويل "زه دده خيرات نه اخلمه"دى به
ټول عمر په ما احسان کوي چې " ته خو دوه وارې پرٻښودل شوې وې ،ما وکړې" .مور ته مې
په کلکه وويل چې زه دھيچا خيرات نه اخلمه ھغه حيرانه وه،زما خويندې خبرې شوې نو ھغوى
ھم حيرانې وې،دکلي ټول خلک چې خبرٻدل حيرانيدل .بختيار زما ترونو اوماما ګانو ته جرګې
وکړې،او زه ددې خبرې نه دومره وٻزاره شومه چې بيا مې ښار ته کډه وکړه،ھلته دترور دوه
انږيندې راپسې شوى .خو ھيڅوک زما په احساس نه پوھيدل ټولو ته دا خبره بي مانا ښکارٻده چې
دى له ما کشر و.
يوه ورځ چې دښوونځي نه کورته راغلمه نو دميلمنو په کوټه کې څوک ناست و،د ترور لمسي
راته وويل"بختيار کاکا راغلى دى"زه دده جرات ته حيرانه شومه "څومره کلک سترګى دى" مور
مې راغله اوراته يې وويل بختيار وايي "ته يووارې زما خبره واوره بيا به دې نه په عذابوم" په
کور کې مې ھغه وخت ورورنه و که نه ددې خبرې ھيڅ امکان نه و چې زه دې يو پردي سړي
سره کښيناستلې واى،يو لوى څادر مې په سر کړو مخ مې نيم پټ کړو خو بختيار په کوټه کې
داسې ناست و چې سترګې يې ځمکې ته نيولې وې .زه ده ته ښه ځير شومه سالم مې ورته وکړو
ده ھم ھاغسې په ټيټو سترګو ځواب راکړو ،بيا يې خبرې داسې پيل کړې لکه چې ماته کيسه
کوي"څو کاله کيږي ستا دماما واده و سخت بارانونه شوي وو ،سيندھم راختلى و" ما نه دخپل
کشر ماما واده نه وھير،دکلي ټولو خلکو ته داواده په زړه وځکه دومره بارانونه شوي و چې خلکو
دسوزلو لپاره لرګي نه لرل،له ښاره به يې پخه ډوډۍ راغوښتله بختيار وويل"په کوم ماښام چې
تاسو دناوې کره نکريزې وړلې زه دالريو اډې ته په پښو روان وم.
زما دلسم امتحانونه و ،دالريو په اډه کې دشپې به ځينې ھلکان راټوليدل چې يوځاى سبق ووايي.
ھغه وخت باران تم شوى و ،تاسو ټولو جينکو دنکريزو تالونه اخيستي و او دبرجومات په الره
دويالې سره روانې وى .يوې جينۍ تمبل غږوو او تاسوټولو ورسره سندرې ويلې چې يوه مصرعه
اوس ھم زما په زړه ده" ،شمعې پرې سپرې دي جانانه" .بختيار چې دا مصرعه وويله نو زه په
خندا شومه خوځان مې ونيولو،دى يوه شيبه غلى و بيا يې وويل" يوه جينۍ په خټو کې وښويده نو
تاسو ټولو په بړچ وخاندل ،تا دنکريزو پتنوس ترې رانيولى و او په دې کې دې نکريزې او مړې
شمې سمولې راسمولې ،بيا تا ديوې جينۍ نه اورلګيت واخيستو او مړې شمې دې بيرته بلې کړې.
زه دويالې په بله غاړه يوې ونې الندې والړ وم ستاسو ننداره مې کوله .کله چې تا دنکريزو په تال
13
(c) ketabton.com: The Digital Library
کې شمعې بلولې نو ھغه وخت ما يوه دعا کړې وه چې"خدايه پاکه داجينۍ به ماته راکوې"دبختيار
ددې خبرې په اورٻدو زما وجود وريږديدو،او له سترګو مې بي واره اوښکې روانې شوې.
دى ډٻر په اخالص راته لګيا و،خو ماته دنيکه بابا دبنګلې ښوونځى مخې ته ودرٻدو،زما په ژوند
کې اوس ھم دغه کار و چې کول مې غوښتل ما ورته وويل" زه اوس د واده په ھکله فکرھم نه
کومه .زه په کلي کې ښوونځى پرانيستل غواړمه" بختيار په لومړي ځل سترګې اوچتې کړې او
زما په لورې يې وکتل" ،که په ما اعتبار کوې نو زه درسره لوظ کوم چې دا ښوونځى به مونږ
دواړه جوړو ،زه دتعليم په وزارت کې يو کس پيژنم چې راسره مرسته کولى شي .ناببره زما زړه
په ټوپونو شو .تراوسه بختيار راته ماشوم ښکارٻدو،خوددې خبرې په اورٻدو راته احساس وشو
چې زه خو ډٻر قوي ملګرى لرمه.
بختيار دخپله جيبه دمخملو يو وړوکى ډبى راوويستلو او په ميز يې کيښودو ....بيا پاڅيدو او په
تلوتلو کې يې وويل" :زه پر تا احسان نه کوم خودومره خبر يم چې ته زما لپاره يي او زه دې
کوم" دى زمونږ له کوره ووتلو ،زه ھم ھلته ناسته اومه دبختيار په خبرو زما دزړه .بورجلونه
وخوځيدل ،خبره نه شومه چې څه وختې مې مورراغله او راسره کښيناسته،ھغې دمخملو وړوکى
ډبى له ميزه را اخيستى و،او وروورو د دې سر يي پرانيستلو .په دې کې دسرو زرو يوه ساده چله
)گوتمه(ايښې وه ،نه ورباندې غمى لګيدلى و او نه ورباندې کار شوى و .مور مې ھيڅ نه ويل بس
ماته يې کتل .دھغې په سترګو کې يوه پوښتنه ھم نه وه،ما خپلې اوښکې پاکې کړې او ھغې ته مې
الس وړاندې کړو ،مورمې ھغه ساده حلقه راواخيسته او زما دښي الس په دريمه ګوته کې يې
برابره کړه.
نرسه
دبم چاودنه ډٻره زوره وره وه،دښار په لوى روغتون کې ھم ددې غږ واورٻدل شو چې دپيښې له
ځايه لس کيلو مټره ليرې و .ددې روغتون مشر ډاکټر سمدالسه ټولو ډاکټرانو او نرسانو ته امر
وکړو چې اضافي کټونه دې تيار کړي .ھغه مريضان چې ناروغي يې دومره سخته نه وه دکټونو
نه ايسته کړى شول .ځينې په کې په خپله راپا څيدل او خپلو خپلوانو يي ھڅه کوله چې ژر تر ژره
له روغتونه يې وباسي .دروغتون ايمبوالنسونه په تيزۍ سره راويستل کيده ،ددوى چلوونکو
دغرمې ډوډۍ نه څکه ھم نه وه کړې،غزال دوه نوړۍ خوړلې وې او دنورو په شان يې زر ځان
چمتو کړو چې دټپيانو مرسته وکړي .په لومړي ايمبوالنس کې درې ماشومان و،شاھده ا و خليل
ور وړاندې شول،په بل کې دشپاړسو کالو يوھلک و،جامې يې شلېدلې او دپرھرونو نه يې وينې
روانې وې،غزال ور وړاندې شوه،په ايمبوالنس کې ورته اکسيجن ورکړل شوى و،او له خطره
بھر ښکارٻدو،دايمبوالنس مرستندوى وويل:
"ددويمې درجې مريض دى"غزال پوھه شوه چې دوينې اړتيا وه .فيصل ته يې چيغه کړه او ھغه
ته يې د وينې د نمونې اخيستو وويل.
د ھلک د سر ټپ دومره ژور نه و،غزال دستانې په الس کړې او ددې ھلک دوجود دپرھرونو په
لټه شوه ،د ھغه ټول وجود غوړ اوخيرن و،دجامو نه يې دپټرولو بوى تلو،غزال له ځانه سره فکر
کاو چې دا به کوم مستري وي،په لږه شېبه کې ھغې دده له لينګو پتلون قيچي کړو ھلته دسوځېدو
نښې وې،په پوښتۍ کې يې يوه وړه ټوټه اوسپنه خښه وه چې غوښه يې څيرې کړې وه او وينې
ترې روانې وې،غزال چې ټول پرھرونه ورله پټ کړل،نو ددمې لپاره يې دديوال سره ډډه
14
(c) ketabton.com: The Digital Library
15
(c) ketabton.com: The Digital Library
داپريشن په مېز مړ شوى و ،دوو نورو په الره کې ساه ورکړې وه،يوچا غزال ته خبر ورکړى
و،خو ھغه دومره ستړې وه چې دا ټولې خبرې ورته بي مانا ښکارٻدې،په تيرو دوو کالو کې دھغې
دمسلکي ژوند دا دوٻيمه لويه پيښه وه او دتيرې پېښې په پرتله اوس يې اعصاب پرځاى و .درې
څلورساعته خوب يې نا ارامه و ،دشپې نھه بجې غزال يو څه وخوړل او وارډ ته والړه.
په دريو کې يو بل تن ھم مړ و ،ځوان ھلک چې نوم يې چاته نه ومعلوم داکسيجن په خيمه کې
پروت و .داسې ښکارٻده چې په سر کې يې زخم جوړ دى خو دى يې ھوښ ته نه پرٻښودو دده
پوښتنې ته تراوسه څوک نه وو راغلي،دغزال زړه را ډک شو،په دومره وړوکي عمر کې خداى
خبرچيرته يې مزدوري کوله ،مور به يې خبره وي که نه ،مور لري او که نه ،پالر به يې چيرته
وي ،وروڼه خويندې...ھغې دځوان الس ونيولو،يو څو شېبې ورته ناسته وه ډاکټر حمدي را
ښکاره شو ،دده نبضونه يې وکتل بيا يې داکسيجن دليرې کولو امر وکړو،اکسيجن چې بند شو ،نو
ھلک ھم ھاغسې ارامه ساه اخيسته،غزال ته يې وويل:
"ته ھمدلته اوسه اوڅارنه يې کوه" غزال يوه تپايي راښکله او په ھغې کښېناسته،دھلک مخ ته په
ځير وه"چې نوم به يې څه وي"ھغې دھلک الس ته پام کړو ،دګلوکوز ستنه تراوسه په کې ټومبلې
وه خو په کڅوړه کې نورڅه پاتې نه و .غزال ستنه او شنه پالسټيکي کينوله راوويستله ،ھغه ځاى
چې شين شوى و يوه پټۍ يې پرې سليخ کړه ،بيا يې ورو-ورو دده الس ومښولو دھلک پرمخ يوڅه
رنګ ښکاره شوى و،غزال ورباندې غږ وکړو" ته زما خبرې اورې نوسترګې پرانيزه"دھلک باڼه
ورورپيدل ،او غزال پوھه شوه چې دى په ھوش کې دى لږه شيبه نه وه تيره چې ھغه وټوخيده
غزال دھغه سر په خپلو السونو کې ونيولو داکسيجن دليرې کيدو وروسته کله-کله مريضان
ټوخيدل او ددې خبرې نښه وه چې دى له خطره بھر دى غزال پرې بيا غږ وکړو"سترګې
پرانيزه"ھلک ورو غوندې سترګې وغړولې غزال ورته موسکۍ شوه ته اوس جوړيي؟ نوم دې څه
دى؟ھلک څو شيبې غزال ته کتل نا ببره يې په سترګو کې وحشت راښکاره شو نږدې وه چې له
کټه را پاڅيدلى وى خو غزال را ټينگ کړو.
"ته په روغتون کې يي"....ھلک خپل الس ته وکتل بيايې خوا شا سترګې واړولې،غزال ورته
وويل":ته په چاودنه کې زخمي شوى وې"چاودنه...بم ...ھلک دشونډو الندې وويل بيا يې سترګې
له اوبو ډکې شوې بل الس يې په سترګو کېښودو اوغزال وليدل چې اوښکې دده پراننګو راوانې
وې،ھغه نه پوھېده چې څه وکړي په دې کوټه کې يوبل مريض اوس ويده وو ،غزال دھلک الس
په خپل الس کې ونيولو اوورته يې وويل":که څوک خپلوان دې وي چې خبر يې کړو"ھلک ناڅاپه
دغزال الس کلک ونيولواو غزال ته يې وويل:
"زه وٻرٻږمه ...مامه پرٻږده...دوکان ...ماسره په دوکان کې شفيق ھم وو...دوکان...موټرونه ...يا
خدايه ...اوس ھغه به چيرته وي"دھغه وجود په رٻږدٻدو شوغزال اوبو ته الس کړاو دده خولې ته
يې وړوکى ګيالس ونيولو ،ھلک يو دوه ګوټه وکړه اوبيا په ټوخيدو شو،غزال دھغه په تندي الس
کيښودو او ورله يې تسلي ورکړه بيا يې ترې نوم وپوښتلو "ايمان" غزال په دړه د ھغه نوم وليکلو
د ھغه په تندي يې دوجود دحرارت معلومولولپاره يو توره پټۍ کيښوده ،بيا يې يو څو جملې دراپور
په توګه وليکلې او له ده يې پوښتنه وکړه"ته توان ته اړتيا لرې ،زه درته ډوډۍ راغواړم" دايمان
زړه ډوډۍ ته نه کيدو خو غزال دومره په محبت ورسره خبرې کولې چې ده ورته په تندي الس
کيښودو ،غزال ډاکټرحمدي خبر کړو او د معاينې نه وروسته يوځلې بيا دايمان دکټ سره جوخته
کيناسته او د ډوډۍ وړې-وړې مړۍ يې ورته په خوله کې ورکولې،ايمان اوس يوڅه دخبرو جوګه
شوى و،دشونډو رنګ يې دتور نه ګالبي شوى وو،سترګى يې ھم ځلېدې دډوډۍ نه وروسته ايمان
ورسره ټوکه وکړه"سيگرټ څکلى شم"دغزال تندى تريو شو اونږدې وه چې ورباندې په قھر شوې
16
(c) ketabton.com: The Digital Library
واى چې دايمان په سترګو کې يې شوخي وليده ،او بيا يې وويل":ته آرام ته اړتيا لرى که څه شى
دې په کار وي دکټ په سر کې زنګ لگيدلى دى دا ووھه".
په راتلونکو څو ورځوکې غزال ھره ورځ دايمان پوښتنه کوله،د ھغه د سر اکسرى اخستل شوې
وۀ اوپه کې ھيڅ زخم نه ليدل کيدو ،دبم دچاودنې خبرونه په ورځپاڼو کې چاپ شوي و ،دايمان
مرکه ھم په کې وه .په عيني شاھدانو کې دى ھم شامل وو ،سياستدانانو خپلې-خپلې بيانيې ورکړې
وې .غندنې شوې وې ،پلټنې روانې وې ،ايمان اوس ډٻر ښه شوى و ،دډاکټرانو نظر دا وچې په
دوو ورځوکې به دى په خپلو پښو ودرٻږي او دروغتون نه يې رخصت کړي ،غزال به اوس دده
کټ ته ډٻره لږه راتله،سھار به يې ده نه حال وپوښتلو اوبيا به نورو مريضانو سره اخته وه .ايمان
غوښتل چې دا دې زيات وخت ورسره وي او يوه ورځ چې غزال ته يې ګيله وکړه چې اوس يې
پوښتنه نه کوي نو ھغې ورته وويل:
"ته اوس ښه شوى يي"زما ډيوټي دھغو مريضانو سره وې چې دمرګ خولې ته روان وي زه
نرسه يمه دايمان لپاره ددې خبرې زغم ګران وو،خو په بله ورځ چې ډاکټر ورته د کورته دتللو
اجازه ورکړه نو دى دغزال په لټه کې شو،غوښتل يې چې ھغه خپل کور ته راوغواړي،ډوډۍ
ورله وکړي،ملګرتيا يي وپالي .....خو د روغتون دڅانگى )وارډ( دروازه کې يې قدم ونيولو،
مخامخ ديو پوخ عمر سړى په کټ پروت وو ،ښايي دټريفيک کومه حادثه شوې وه بھر پوليس ھم
والړ و،غزال دھغه سړي الس په خپل الس کې نيولى و،دتندي نه يې ورته وينې پاکولې،سړى په
ھوښ کې وو.
غزال ته يې په ډکو سترګو کتل،اوغزال په ډٻر سکون ورسره ورو-ورو خبرې کولې،ايمان ھم له
ھغه ځايه دخپل کورپه لورې روان شو،په غوږ کې يې دغزال خبره بيا-بيا اورٻده"زه نرسه
يمه.....زه دټولو په پرھرونو پټۍ ږدم.
ځواک
زه اوس ھم حيران يم چې دورځپاڼو دگېډۍ دپاسه ايښې دنيمې روپۍ سيکه مې ولې را اوچته
کړه،ځان رانه څو-څو وارې داپوښتنه وکړه چې ولې مې دا کار وکړو،خو ھيڅ ځواب راسره نشته.
اوس چې جيب ته الس کړم نو داسيکه مې په ګوتو ولګي اوزه خپل الس دومره په وارخطايئ له
جيبه را وباسم ته به وايي کوم لړم چيچلې يم ،اوس نيمه ورځ تيره ده ،دچايو لپاره مې پيسې
ملگري نه قرض کړې ځګه زماد وړو پيسو بټوه ھم په دې جيب کې ايښې ده اوزه اوس دخپل
جيب نه وٻرٻږم.
نن سحر زه څومره خوشحاله اوارامه له کوره ووتلمه،د بس تمځي پورې مې په الره ځان ته ويل
چې ژوند ډٻر ښه شى دى ،دخداى پاک شکرونه مې ايستل چې زه روغ وجود لرم .د تمځي سره
نږدې داخبارونو او مجلو يوه وړه ھټۍ ده،زه ھره ورځ له دې ھټۍ ورځپاڼه اخلم ،کله-کله داسې
کيږي چې زه دپنځو يا لسو روپو نوټ ھټۍ وال ته ورکړم او تر څو چې دى ماتې پيسې راکوي
نورې سورلۍ بس ته ختلي وي،داسې خو چېرې نه وشوي چې بس رانه تللى وي،خو زه غواړم
چې تر ټولو وړاندې ورته وخيژم ،دخپلې خوښې دکړکۍ سره نږدې سيټ کې کښينم،او تر دفتره
ورځپاڼه ولولم ،خو کله چې سورلۍ رانه وړاندې شي نو بيا دکښيناستو ښه ځايونه نورو نيولي وي،
که قسمت مې ښه وي نو په وروستيو سيټونو کې يونيم ځاى راته پاتې وي،که نه په والړې سفر
کووم،او په والړې بيا ورځپاڼه نشم لوستې نو ددې ستونزې حل مې دا را ايستلى دى چې له کوره
په جيب کې دورځپاڼې پوره پيسې وړم ،ھټۍ وال ھم اوس خبر وي چې ما شميرلې ماتې پيسې
17
(c) ketabton.com: The Digital Library
ورته په الس کې نيولې وي .ھغه چې ما له ليرې وويني نو ورځپاڼه راته په الس کې ونيسي،زه
دھغه پر الس پيسې ږدم او په بل الس ترې ورځپاڼه اخلم.
نن ھم داسې وه خو يوه بله پيښه ھم وشوه،دھغه مخې ته دورځپاڼو پر لويې گيډۍ دنيمې روپۍ
سيکه چانه پاتې شوې وه ،زه چې ھټۍ ته نږدې شوم نو سمدالسه مې ورباندې سترګې ولګيدې
اوکله چې ھټۍ وال زما پيسې په خپل حسابي دخل کې ورغورځولې نو ما دورځپاڼې دالندې نه
خپل الس وروړاندې کړو،دا سيکه مې راواخيسته او ژر مې خپل دجيکټ جيب ته وغورځوله.
ما دا کار دومره په چټکۍ وکړ چې اوس ھم حيران يم چې دا څنګه وشول ،زه عمومآ ډٻر سست يم
او دژر فيصلې کولو توان نه لرم ،په کور اودفتر کې ھم نور راپورې خاندي چې زه دمعمولي
خبرو لپاره ھم ډٻرسوچونه کووم ،نو نن مې څرنګه دا سيکه راواخيسته ،ھټۍ وال راته دھره ورځ
په شان خداى په امان ھم وويل ،خو ما ترې مخ ګرځولى و او د بس سټاپ په لور په ګړندي
گامونو روان شوم ،زه ھم دھغې شيبې راھيسې نا ارامه يم.
په بس کې راته دخپلې خوښې سيټ غيږه خالصه کړه،خو زه دھرې ورځې په شان خوشحاله نه
وم ورځپاڼه مې کتله خو ھيڅ نه پوھيدم چې څه په کې ليکل شوي دي ،په دفتر کې مې ټوله ورځ
واړوله خو نه يم خبرچې تراوسه مې څه کړي دي مشر ته مې څه ويلي دي ،ھيڅ مې نه يادٻږي
بس دجيکټ د جيب په تل کې ايښې سيکه راته بال ګرځيدلې ده.
يو وارې مې تکل وکړ چې يوځاى کى يې خطاکړم ،خو يونا ليدلى ځواک مې الس وونيسى،
دسھارراھيسې مې ځان څووارې تسله کړى دى ...داچې په ټوله دنيا کې د ورځې په ميلينونو ډالرو
غالګانې کيږي ،سياست وال ھره ورځ رشوت اخلي کورونه اوکارخانې جوړوي ،زمونږ ددفتر
مشر څووارې په سرکاري ټيلې فون دخپلوملګرو سره خبرې کوي ،دوکانداران څومره غالکوي،
زمونږ کاکا څنګه دپالر په ځمکه خيټه اچولې ده ...داھم غالده...ماما تراوسه زما مورته دپالر
دميراث برخه نه ده ورکړې...او زه ...زه دنيمې روپۍ په سيکه نا ارامه يم ...لعنت دې وي پرما،
خو زما وجود او زما روح لکه چې دې سيکې يرغمل نيولي وو،ما دخداى له خوا دومره دجرم
احساس نه کاوو ،خبر يم چې ھغه ډٻر لوى او بښونکى رب دى ،زه ھټۍ وال ته ھم دګناه احساس
نه کووم ،ھغه خبر دى چې زه ډٻر ايمانداره يم ،يوځل يې په تادۍ کې راته زياتې پيسې بيرته
راکړې وې ،ما په بله ورځ ورته وسپارلې اودى دومره خوشحاله شو چې ديوې نوې مجلې نوې
گڼه يې مفته راکړه ،دى زما ډٻراحترام کوي.
خو زه نن خپل ځان ته عجيبه اٻسيدم ،ځان راته وايي"ښه نوټول عمر دې يوه بله څيره په مخ
لګولې وه....تاھم دنورو په شان نن اصلې څيره راته ښکاره کړه"زه ځان ته په قھر شوم"ټوله دنيا
ھمدغسې ده...ديوې سيکې ھيڅ ارزښت نشته دى ما مه په عذابوه"بيا کورته دتللو لپاره چې په بس
کې کښيناستم نو ځان راته پټ-پټ خاندل ،په مايې ملنډې وھلې" ،ښه نو دا دومره موده دې څوک
غولول لکه چې په يوه ډرامه کې دې خپل رول لوبوو که څنګه؟"ما سترګې پټې کړې اوځان ته مې
وويل:
"نارمل انسان تل غلطي کوي...بس اشتباه مې وکړه...بيا به داسې نه کووم"ځان مې غلى شو خو
بيا يې لکه دښامار سر راپورته کړو"داپيسې ستا نه وې"ما ورسره استدالل وکړو"دا دھټۍ وال
پيسې ھم نه دي....يو بل چانه پاتې شوې وې اوس به ددې سيکې خاوند پسې چيرته ګرځم؟ دا نا
شونې ده"ځان مې په قھر وويل":ښه نو اوس داجواز غواړې که تاته دا چانس پيدا شي نو ھره
ورځ به دا کار کوې ،په دې سيکې ستا څه حق دى؟" "حق ...زه ناراضه شوم" حق مې په دې دى
چې زه دھټۍ وال نه ھره ورځ ،ورځپاڼه اخلم "...ځان وخاندل" ښه نور" داچې زه ھره ورځ کار
کووم ...تراوسه مې په چا ظلم نه دى کړى ...بله دا چې ...ما دخپل ځان په ھکله څه ويل خوبس
ودرٻدو او زما ځاى رارسېدلى وو ،زه دبس نه ورښکته شوم،دسړک نه پورې غاړې ته چې
18
(c) ketabton.com: The Digital Library
تيرشوم نو د ورځپاڼې ھټۍ رانه څو ګامه ليرې وه ،په دې وخت کې به دښوونځي ھلکان يا بي
کاره ځوانان دھټۍ خوا اوشا دلرګي په تختو ايښي رنګارنګ مجلو ته تاويدل را تاويدل ،ھټۍ وال
به دلرګي په يو تش صندق ناست او چاى به يې څښلې.
زه دھټۍ مخې ته ودرٻدم نو دى ژر را اوچت شو راته يې دچايو ست وکړ،خو ما ورته په انکار
سر وخوځاو،دده شاته دلرګي په يو شيلف دسيګرټو قوتۍ،دبسکټو او کاغذي رومالونووړې پيکټې
ايښې وي،ما دکاغذي رومالونو وړوکى پيکټ ته اشاره وکړه ،ده مخ واړوو،نو ما دجيکټ دجيب
نه ھغه سيکه را وويستله او ډٻر په چټکۍ مې ورځپاڼو په گيډۍ کې کيښوده "شل پيسې"ھغه وويل
ما دخپلې بټوې نه پيسې راوويستلې ھغه ته مې په الس کې ورکړې،درومال پيکټ مې ترې
راواخيستو او دکور په لورې روان شوم زما دننه خاموشي ده ،بھرھم چپه چوپتيا ده ،زه يواځې
دخپلو پښو ښکالو اورم.
دژبې خرپ
نن دبرتانيا په ټولو لويو وړو ورځپاڼوکې زما فوټو چاپ شوى دى،ما سره ملکه والړه ده ،ھغه
ماته خاندې او زما سترګې دھغې نرۍ شونډو ته دي چې شوخه سرخي يې پرې وھلې ده ،دعکس
سره داسې جمله ليکلې ده" ،ملکه دکوين ميرې روغتون دايکسرې ديو پرمختللي سيسټم دپرانيستې
په موقعه ديو ايشيا يي کارکونکي سره"ځينو ورځپاڼودا عکس په دويم مخ کې چاپ کړى دى ځينو
يې په وروستى مخ ،ځګه چې دنن لوى خبردترکېي ھغه زلزله ده چې دوه زره کسان په کې مړه
شوي دي.
زما ميرمنې نن دغرمې ھغه وخت په ورځپاڼو کې زما عکس وليدو چې د ورځې سودا لپاره
زمونږ کور ته نږدې دوکانونو ته والړه ،ھغې د سودا پر ځاى ټولې ورځپاڼې وار په وار ليدې
اوھغه ټولې يې کور ته راوړې چې دا عکس په کې چاپ شوى و،بيا يې راته دکار ځاى ته ټيليفون
وکړو او وويل چې ھغې ټول دوستان او دپيژندگلوې خلک خبر کړي دي چې ورځپاڼه وګوري.
زه خبروم چې ھغې به لومړى ټيليفون خان اغا ته کړى وي،دھغه ښځه زما دميرمنې سياله وه ،په
ھره موقعه به يې دخپلو لويو-لويو شتمنو ملګرو،دھغوى دکورونو دباغونو دصوفو اولوښو په
صفتونو زما ماغزه او دښځې زړه خوړلى وو ...اوس زما ښځې له خداى موقعه په الس ورکړې
وه،په کوين ميرې روغتون کې زما پنځه کاله کېږي چې دکمپيوټر انجينر په توګه کار کووم،زما
له کاره ټول خوشحاله دي،يو کال کېږي چې يوې امريکايي کمپنۍ دايکسري نوى ماشين جوړ
کړى وچې ديو کمپيوټر سره تړلى واودبټن په يوکليک )کيکاږلو( دھډوکي د ھر اړخ عکس اخلي.
ددې مشين دکار په ھکله پنځو کسانو ته تربيه ورکړې شوې وه،چې يو په کې زه اوم،په تېرو څو
مياشتو کې مونږ ددې ماشين د رارسېدو سره ددې د لګولو امتحاني دوره کې بوخت وو .
تېره مياشت خبر شوم چې ملکه به دروغتون ددې برخې ليدو ته راځي او مونږ به ورته ددې
ماشين ښېگڼې ښايو،دملکې دراتګ دخبر سره په خلکو کې جوش پيدا شو ،يوه ورځ مې وليدل
چې په ھره برنډه کې دلرګينو دروازو په بيخ کې لگيدلې دپيتلو پټۍ پالش کېدې،بھر په ھر چمن
کې دھر يو بوټي سره يو باغبان ليدل کيدو ،ځينى کوټي رنگ شوي ،دکړکيو دشيشو پاکوونکي به
ھره ورځ راروان وو ،دروغتون چار چاپيره دوړوکي ديوال دپاسه لگېدلي اوسپنيزې جنګلې په
تور رنگ رنگ کيدې ،او ددې لوى دروازې په ھر مخ طاليي ټکي په تور مرمر کې برٻښيدل.
يوه ورځ دروغتون مشر چې ما چيرې نه و ليدلى زمونږ څانگې ته راغى ،دټولو سره يې ښه په
خندا خبرې وکړې.
19
(c) ketabton.com: The Digital Library
زمونږه مشره ھم ورسره وه ...راته يې وويل چې ملکه به دروغتون کومو برخو ته ورځي اودا
چې دھغى دراتللو نه يوه ورځ وړاندې به مونږ تمرين کاوو ،په ھاغه ورځ لس دولس سړي چې
يوشان تورې جامې يې په غاړه وې اوکړه وړه يې دپوليسو وو راغلل،زمونږ مشره ديو څو تنو
سره را ښکاره شوه مونږ په خپل-خپل ځاى والړ وو،زه دنوي ماشين سره اوم او زما کار دا و چې
کله راته اشاره وشي نو زه يوى بټنه کېکاږم،گومان مې نه و چې ددې دومره لوى ماشين تر شا
زه به چاته ښکاره شوى واي ،زمونږ مشرې دملکې په شان يوڅو قدمه اخوا دٻخوا واخيستل،يو څو
تنو سره يې په نرمه لھجه خبرې وکړې او يو تن سره د الس روغبړ وکړو ،په ھغو دولسو کسانو
کې يو تن خپلې ګړۍ ته وکتل او ويي ويل بس دى اوس وړاندې ځو دوى ټول ووتل مونږ بيرته
خپل اصل حالت ته راغلو .زه دروغتون په لومړي پوړ کې جوړريسټورانټ ته والړم او په خپل
ځاى کښېناستم،له دې ځايه بھر چمن ښکارٻدو،دريسټورانټ زياتره کارکونکي ما پيژندل په دوى
کې کترين ھم وه،چې زما سخته دښمنه وه ،دا د پنځوسو کالو يوه بوډۍ وه چې سخته متعصبه
انګرٻزه وه.
يووارې ما ډوډۍ خوړله نو دې زما مخې نه وړه ګلدانۍ اوچته کړه او په بل ميز يې کيښوده چې يو
سپين پوستي سړى او ښځه پرې نا ست وو ،بل وارې دډوډۍ پاتې پيسې ماته په الس کې دراکولو
پر ځاى راته دلرګي پر تښته کيښودې.
ما ددې مشر ته شکايت کړى و،نو ځکه ددې له ما بد راتلل .زمونږ تر منځ يو خاموش سوړ جنګ
روان وچې لږ خلک ترې خبر وو ،ھغې به کله-کله نورو خلکو سره په خبرو کې غږ راپورته
کړو او بيا به يې ورو غوندې وويل"زمونږ وطن يې مردار کړى دى"دميزونو دپاکولو پر وخت به
يې دشونډو دالندې يو څه وويل او ماته به يې وکتل ،ھر څومره وخت چې به ما په ريسټورانټ کې
تېرو او ھغه به شاواوخوا ګرځېده نو زه به نا ارامه وم ،يو څو ھمکارانو ته مې دزړه خبره
وکړه خو دوى پرې ځان واچوو ،ځينو راته وويل:
"پروا يې مه لره"نن ھم ھغې دملکې دراتگ خبره کوله او دنور کله په شان زماڅنګ ته دتيرٻدو
پر وخت يې وروغوندې وويل":شکر دى چې مونږ ملکه لرو" ما په زړه کې وخندل چې ټوله دنيا
په کوم مخ روانه ده او دا بوډۍ په داسې شاھي کورنۍ نا زٻږي چې په خپله ددې ھيواد
دورځپاڼولخوا په ورځ کې يوځلې خو بې عزته کيږي خيرزما يې څه......زه چې ماښام کورته تلمه
نومشرې راته يادونه وکړه چې صبا ته به نګټايي تړې ،بس دلته "زما يې څه"احساس رانه والړو،
زما دنيکټايي نه بد راځي،خو ھغه دچا خبره "حکم حاکم مرګ مفاجات" سحر چې دتک سپين
کميس سره مې سره نيکټايي وتړله چې ميرمنې مې دکباړ نه راته ھمدې بدې ورځې لپاره راوړې
وه،دسحر نھه بجې روغتون ته ورسيدم نو په ټولو دروازو پوليس واال والړ وو ،ګاډي تاالشي
کيدل دډاکټرانو او نرسانو شناختي کارټونه بيا-بيا کتل کيده ،جامه تاالشي ھم روانه وه دننه دوو
کسانو دروغتون کارکونو ته ژٻړ کاغذي سټيکرې په جامو لګولې چې له نورو وپيژندل شي ،په
خپلې څانگې کې مې وليدل چې ټول داسې جوړ او تيار راغلى وو ته به وايي چې واده دى ،زمونږ
مشرې دومره داوچتو پوندو بوټان په پښو کړې و چې په کې ګرځيدلې نه شوه مونږ ته يې وويل
چې"عادي کار وکړئ دملکې لپاره دڅه خاص تردد ضرورت نشته" خو په خپله دھغې دتندي
ګونجې ددريو پر ځاى دولس شوې وې.
پوره په لسو بجو دملکې موټر دروغتون په لويه دروازه رادننه شو،اولکه څنګه چې يو ورځ
وړاندې مونږ لېدلي وو د لسو دولسو سړو يوه ډله اخوا دٻخوا ودرٻده ،شل تنه کيمرې سره دټيلي
ويژن د فبلم جوړونکي ھم تيار والړ وو ،يو څو دننه په لږه فاصله ورو-ورو ورسره خوځيدل
داسې لکه چې دمچانو يوه جوپه خوځيږي.
20
(c) ketabton.com: The Digital Library
په ټاکل شوى وخت ملکه زمونږ شعبې ته راغله،دټولو پيژندګلوي ورسره وشوه ،ماته اشاره وشوه
نو دايکسري دماشين بټن ته مې زور ورکړو ،يومريض مو دوړاندې نه تيار ودرولى و،نږدې وه
چې ملکه بلې کوټې ته بيول شوې واى چې په کمپيوټر دھغه مريض ھډوکي وويني خو ناڅاپه
ملکه وړاندې شوه او له ما سره يې خبرې پيل کړې،په دې وخت کې دڅو کيمرو رڼاګانې پر ما او
پر ھغې لکه د تالندې گوزارونه وکړل ،زما نه يادٻږي چې ملکه څه پوښتنه کوله اوما ورته څه
ځوابونه ورکول ،دا ھر څه يوه لحظه وو ،بيا چې په ځان پوھيدم نوھر څه خالص وو ،ملکه بلې
کوټې ته تللې وه او زه حيران په خپل ځاى والړ وم.
ملکې تقريبا په روغتون کې نيم ساعت تير کړو،او دھغې موټر له لوى تور اوسپينزې دروازې
ووتلو نو ترډٻره وخته خلکو په وړو-وړو ډلو کې له يو بل سره خبرې کولې ،مونږ په خپله شعبه
کې دھغو مريضانو داٻکسرې په اخيستو کار پيل کړ چې راته په انتظار ناست و او تر مازديګره
اخته و .نن ھم له سھاره مونږ په کاربوخت و،خو ھغو خلکو چې په ورځپاڼوکې يې زما تصوير
ليدلى وو راته به يې مبارکي وويله يابه راته موسکى شول چې مونږ دې پيژنو.
زه نن ھم دنور کله په شان دچايو لپاره ريسټورانټ ته والړم او چې په خپل ځاى کښېناستم نو
شاواوخوا مې وکتل ھغه زړه کاترينا نه ښکارٻده ،زه لږ خفه غوندې شوم ...چې ھغې زما عکس
ليدلى دى که نه ...کېداى شي ليدلى وي او بد ورباندې لګيدلى وي اوپه ھمدې خبره ځان راته نه
ښکاره کوي ،داخبره چې مې په زړه شوه نو خوشحاله شوم"...اخر مې دې بوډۍ ته ماتې
ورکړه....اوس به راسره په سمه خوله خبره کوي ...زما زړه ډاډه شو،ددې څو کلونو داعصابي
فشار نتيجه زما په برياليتوب راوتلې وه .دريسټورانټ په څو ميزونوکې ورځپاڼې ايښې وي او زما
دبري اعالن وو.
ما چاى خالصې کړې او له ريسټوانټ نه چې ووتلمه نو کاترين مې ولېده دھغې په الس کې
دپيالو ډک يو پتنوس وو،زما زړه ودرزٻدو ،فکر مې وکړو دا به په شرم سره خپله الره ونيسي...
ښايي له ماسره ھيڅ خبره ونګړي...ښايي له ما بښنه وغواړي ...ښايي...خو ھغه په خپل ځاى
ودرٻده ،راته يې ډٻر په عجيبه سترګو وکتل،داسې لکه چې پرما رحم کوي...داسې چې يو تربور
بل ته دحج مبارکې وايي...دھغې لھجه داسې وه لکه دتيرې چړې يو خرپ ...چې زما زړه کې يې
ووھلو ...راته يې وويل:
"څنګه ...زمونږ ملکه دې خوښه شوه" ھغې د "زمونږ" ټکي ته دومره زور ورکړو چې تاو يي
زما له غوږونو نه ووتلو.
يواځې شيبې
نرگس دتيرو څو ورځود باران له کبله په کور کې وه،ھغې سره دخوړو تازه شيان په خالصېدو
وو،او نن خو ورکره مېلمه ھم راتلو،نور کله به يې لوڼو ورته سودا راوړه ،مشره لور خو به يې
دھرې شنبې په ورځ داوالدونو او خاوند سره راتله نورو خپل-خپل ورځ ټاکلې وه .د نرگس
دکونډتون کال پوره شوى و ،تير کال ھم په دې ورځو کې جانباز ناڅاپي مرگ ترې جدا کړو او
ددوى ددٻرشو کالو ديوځاى ژوند مزۍ يې پرې کړې.
نرگس په پردٻس کې پنځه اوالدونه لوى کړي وو،څلور لوڼه يې دخپل-خپل کور وې،يو زوى يي
لره چې د واده نه وروسته ورسره څو مياشتې پاتې شو،خو بيا ترې بېل شو،په دې ملکونو کې يو
کور ديوې کورنۍ لپاره بس گڼل کيږي دخاوند تر ژونده نرگس ډاډه وه چې خپل فرض يې پر ځاى
کړى و،جانباز به دشپې ټيکسي چلوله او دورځې چې به يې خوب پوره شو نو دنرگس دالس رنګا
رنګ خواړه به يې خوړل،خو اوس دا يواځې پاتې وه ،ھغې کوټ په غاړه کړو دکور کونجيانې او
21
(c) ketabton.com: The Digital Library
دماتو پيسو بټوه يې په جيب کې کيښوده او بھر راووتله،په کوڅه کې يوې وړې جينۍ خپل ګالبي
بايسيکل چلوو ،لږ وراخوا دوو ښځو دخپل کور دروازې پرانيستې او په خبرو اخته وې ،د نرگس
په ليدو يې ورته الس وروخوځاوو،ھغې ھم دسر په اشاره ورته ځواب ووايو.
دوکانونه دکوڅې په سر کې په لوى سړک جوړ وو ،نرگس ددې دوکانداران پيژندل،دځينو
اوالدونو ددې دبچو سره په ښوونځي کې سبق ويلى وو،اوس دوى ھم ځوانان و،ھغې ديوڅو
دوکانونونه سودا وکړه ټولو ترې حال احوال وپوښتلو او د زري زړه ډاډه شو ،د تيرو څو ورځو د
يواځې توب احساس يې ورک شوى و،ھغې ټول عمر دخاوند او داالدونو په خدمت کې تير کړى
و ،ژبه يې ماته کوډه زده کړې وه او نه دکور نه بھر ددنيا په معاملو پوھيده،اوس ھم دې دھرې
خبرې لپاره مشرې لور ته ټيلي فون کوو ،بيا ھغې ورته کارونه سمول ،دجانباز دمړينې نه
وروسته يوه-يوه لور به ورکره پاتې کيده زوى به يې ھم ليدو،بيا ورو-ورو ددوى راتگ کم شو په
ټيلي فون به خبرې کيدې ،نرگس به دزوى نه مروره وه چې ھغه يې پوښتنه نه کوي،خو شھباز
دښار په بل سرکې اوسيده ،ھغه په دوو ځايونو کې کار کاوو او نه يې غوښتل چې درخصتۍ په
ورځ بيا په سړک روان وي ،نرگس به ماښام مھال ډٻره زورٻده ،جانباز به راډيو ډٻره اورٻده او
کله چې نرگس به ډٻره خفه شوه نو دراډيو اوټيلي وٻژن غږونه به يې لوړکړل ،بيا به يې په چيغو-
چيغو وژړل ،يوه ورځ مشرۍ لور ورته وويل" :مورې د ژبې يا دکومې بلې زده کړې لپاره په
کورس کې ځان داخل کړه،خو نرگس ورته وويل:
"اوس په دې سپين سر به زه څه زده کووم" بلې لور ورته دکار وويلو نو دا په فکرونو کې ډوبه
شوه ،دٻرش کاله پخوا ھغې يو دوکان کې څو مياشتې کارکړى و خو يوه ورځ چې يوې سپين
پوستې ورباندې وتوکل دې جانباز ته کيسه وکړه اوھغه ورباندې کار بندکړو ،نرگس پرې ډٻره
گرانه وه او په دې خبره ھغه سخت قھرٻدلى وۀ ،بلې لور ورته ويل چې دکور يوه کوټه دې په
کرايه ورکړې چې يو څوک دې ورسره وي،خبره رښتيا ھم وه دنرگس کور ډٻر لوى و ،څلور
کوټې دخوب وي ،يوه دناستې او بله دډوډۍ کوټه وه ،بره او ښکته په کې غسل خاني جوړې وې،
په دې ھيوادکې ډٻرو خلکو کوټې په کرايه ورکولې ،خو نرگس به ويل کوټه ھلک ته څنگه په
کرايه ورکړم دى به وځي ننوځي لوښي به راته ناولي کوي ،انجلۍ که وي ھغه به ملگرى لري
څوک به يې منع کوي چې دشپې دې بھرنه ګرځي ،دھغې کشره لور ډٻره ژبه وره وه يوه ورځ
چې مور ترې ګېله وکړه نو ورته په وينا شوه" ،تا څنګه په دې وطن کې عمر تيرکړى دى نه دې
ژبه زده کړه نه دې کوم کار وکړ ،ان تر دې چې موټر قدرله ھم نشې چلولى چې بھر
وګرځې...ستا عالج دادى چې ته بيرته خپل کلي کې ژوند وکړې ھلته دخدمت او دخبرو لپاره به
ډٻر خلک پيدا کړې" زري په ھغه شېبه لور ته څه ونه ويل خو دشپې يې دومره وژړل چې
بالښت يې لوند شو خداى ته يې ھم دغه زارۍ کولې چې ما ھم واخله.
ورځې په مياشتو بدلې شوې او نرگس ورو-ورو دخپل يواځې ژوند سره عادت پيداکړو،کله-کله به
دجانباز نږدى ملگرو ترٻنه په ټيليفون کې حال احوال اخيستو په دې کې اشرف ھم شامل و،دجانباز
په ژوندانه اشرف به ددوى کور ته ډٻر راتلو،دھغه په کور کې څوک نه وو ،ښځه يې پخوا مړه وه
او دوو زامنو يې دپالر پوښتنه نه کوله ،جانباز به دھغه ډٻر خيال ساتلو ،نرگس ته به يې ويل ده ته
وطني شيان پخوه چې ديواځې توب احساس ونه کړي.
ھم دا وه چې کله به داشرف دراتلو ورځ وه نو نرگس به ورله کله سابه کله کباب کله دجوارو
ډوډۍ کله پراټې او حلوه پخول.
دجانباز دمړينې نه وروسته اشرف به يواځې ھغه وخت ددې کور ته راتلو چې دنرگس په اوالدونو
کې به څوک ورکره راغلى و،خو نن اشرف راتلو او په کور کې نور ھيڅوک نه وو،په دې ورځ
به تل دھغې درٻيمه لور سيلۍ راتله ،خونن ھغى سحر ورته په ټيليفون کې ويلې و چې دا زکام
22
(c) ketabton.com: The Digital Library
شوې ده اوډاکټر ورته دارام کولو مشوره ورکړې ده ،نرگس به داوالدونو په تکليف ډٻره زھيره
شوه ،سيلۍ ته يې وويل چې ارام دې وکړي بيا دغرمې يې پام شو چې اشرف ھم راتلو دا يو څه نا
ارامه شوه،بل ھيڅوک په کور کې نه وو،که څه ھم اشرف ددې دکورنۍ دغړي په شان و،خو ھغى
ته يوه عجيبه احساس وشو،که څوک خبرشول دا ديو پردي سړي سره په کور کې يواځې وه نو
بيا....يو وارې ټيلي فون ته والړه چې اشرف ته ووايي چې مه راځه ،خو بيا ودرٻده دماښام او
ديواځيتوب داحساس سره ھغه وٻرٻده ،ھغه ديوې اونۍ راھيسې په کور کې يواځې وه ،درې
ورځې کيدې چې ھغې ھېڅ نه وو پخ کړي ،په يخچال کې يې دتيرو څوورځو پاتې ډوډۍ ګرموله
او خوړله.
اوس ھغې کور پاک کړى و او چې سودا يې راوړه نو سمدالسه يې پخلى پيل کړه،داشرف به
سموسې خوښېدې ھغې نن سموسې جوړې کړې ،ورسره کوفتې وريژې بينډۍ ھم وې ،دپخلي پر
وخت به نرگس ډٻره خوشحاله وه په تيره بيا دميلمنو لپاره چې به يې پخلي کاوو ،په داسې وخت
کې به جانبازھم د دى سره په پخلي کې الس کوو ،ترکاري به يې ورته پاکوله او پرٻکوله ،دکبابو
لپاره به يې ورته غوښه اخته کوله.
دکله راھيسې چې ددوى ټول اوالدونه له دوى څخه بيل شوي وو،نرگس او جانباز يو بل ته ډٻر
نږدي شوي وو،او ھم په دې خبره به د ھغى زړه ارې ارې شو چې ھغې دجانباز سره دژوند ښې
شيبې ډٻرى ناوخته وموندلې،ھغه دپخلي نه وزګاره شوه نو دمازديګر لمونځ يې وکړو.
اشرف چې ماښام راورسيدو نو نرگس ايله دخپلې مشرې لور سره په ټيلي فون خبرې خالصې
کړې وې،ھغې ته ويلې و چې اشرف به راځي او دى به په کور کې يواځې وي،خو لور يې يواځې
دومره ورته وويل چې کاکا ته مې سالم ووايه،دنرگس زړه ډاډه شو،ھغه کوم غلط کار نه
کوي،نرگس يو څو شيبې داشرف سر کښيناسته ،بيا يې دډوډۍ تابيا وکړه،اودواړو په ګډه وخوړه،
دوى زيات وخت د نرگس داوالدونو په ھکله خبرې کولې ،اشرف په خپل دوکان او په ھغې کې
کارکونکو څوتنو ځوانانو کيسې کولې او نرگس ډٻره موده وروسته څووارې دھغه په خبرو
وخندل ،د ھغې پام نه و،او چې اشرف خپل السي ګړۍ ته وکتل نو د نرگس سترګې ھم ديوالي
ساعت ته په ځيرشوې ،د شپې ١١بجې وې ھغه حيرانه شوه نن څنګه دماښام ھغه سپيره وخت په
دې غم نه شو.
اشرف په تلو کې ترٻنه پوښتنه وکړه که څه کار يې بند وي نو دى به ورته وکړي،نرگس ترٻنه
مننه وکړه او دى والړو،له دې وروسته به اشرف کله-کله ماښام د دى کورته راتلو اوڅوساعته به
يې ورسره خبرې وکړې،داشرف په وينا نرگس دکور سره نږدې دخشکه شويئ په دوکان کې دوه
ورځې کار پيل کړ،ھغې پيسوته دومره اړتيا نلرله څومره چې ځان مصروفه کولو ته لېواله وه.
دوه مياشتې ھمدغسې واوړٻدې او يوه ورځ نرگس احساس وکړو چې ھغې خپل زوى شھباز
دډٻرې مودې نه -نه دى ليدلى،که څه ھم دې به ورسره په ټـيليفون خبرې کولې،خودالومړى ځل
وچې نرگس د شھباز دکمي احساس و نه کړو،اشرف تر ډٻره حده ددې دکور درانه کارونه ورته
کړي وو.
په يوغسل خانه کې دنل اوبه څڅيدې ھغه يې ورته په خپله جوړ کړى وو،دموټر دګراج مخې ته
لويه ونه يې ورله پرې کړې وه،دجانباز دزوړ موټردخرڅولوتابيا يې ورله کړې وه ،خو ددې ټولو
نه عالوه نرگس داشرف سره دخپلو معمولي ستونزو په ھکله غږٻده ،داسې خبرې چې اوالدونو به
يې ورپورې ملنډې وھلې،او دې به د وٻرې ورسره نشوئ کولې.
ھغې اوس په ځان يو څه اعتماد پيداکړى و داشرف په خبرو به يې زړه ته ډاډ وموندلو اوځان به
يې يواځې نه احساسوو.
23
(c) ketabton.com: The Digital Library
يوه شپه چې دھغې مشره لور ورکره راغله نو په مورکې يې يوه څه بدلون وليدو ،نرگس به عمومآ
ساده خړې جامي اغوستې،د وٻښتو کلکه کوڅۍ اوغټ څادر په سر...دجانباز دمړينې نه وروسته
ھغې رنګين لباس نه و اغوستى،خو نن د ھغى اسمانې رنګه وريښمېنې جامې په غاړه وې،دڅادر
په ځاى دشيفون لوپټه يي په سر وه اوچې لور ته ورنږدې شوه نو دجامو نه يې دھغه مخصوص
عطرو خوشبويي راپورته شو چې جانباز به ورله راوړو ،نرگس دلمسو په خبرو خندل او څو
وارې يې لور ھم په غيږه کې ونيوله.
د مور دا بدلون دھغې دټولو اوالدونولپاره حيرانونکى و ،دوه لوڼې يې خوشحاله وې ،نورو
بيغوري څرګنده کړه ،او په ھغه ورځ چې شھباز له ډٻرې مودې وروسته خپله مور وليده نوتندى
يې تريو ونيولو ،ھغه خبر و چې اشرف ددوى کور ته ډٻر تلو راتلو ځګه نرگس به خپلو
ټولواوالدونو ته دھغه دراتګ خبره کوله.خو په خپل مور کې يې دا بدلون خوښ نشو ،داخلک به
څه وايي دھغه په زړه کې وګرځيده ،خو بيا دښځې په وړاندې يي مورته څه ونه ويل .شھباز چې
دورځې دتيرٻدو وروسته دکور په لور روان شو نو ښځې يې لومړۍ خبره ھمدا وکړه"مورنن ډٻر
فيشن کړى و"شھباز دقھر نه ھېڅ ونه ويل خو بس خپلې شونډې يې وچيچلې او دموټر رفتار يې
نورھم تيزکړو.
ھغه ماښام نرگس دټيليفون غوږۍ نيولى وه او په بل سر کې يې دخپل زوى ويناګانې اورٻدې"ته
اوس مونږه شرموې،خپل عمر ته وګوره ...دا زما خسرګنۍ به څه وايي دا خلک به څه وايي"...او
بيا شھباز چې داشرف نوم واخيستو نو نرگس دسر نه تر پښو ولړزٻده"مونږ خو داشرف کا کا
ډٻراحترام کاوو دى دومره پريوتى انسان دى"...نرگس ھيڅ ونه ويل بس ورو غوندې يې غوږۍ
بيرته کېښوده اومخامخ لګيدلې ھندارې ته ځير شوه.
په بله ورځ دھغې لور سيلۍ ورکره راغله نو نرگس دکور دروازه ورته پرانيسته ،دھغې ټول
وجود په خړو جامو کې پټ و اوپه سر يې تور څادرکلک تاو کړى و ،دھغې په شونډو يوه ستړې
موسکا راښکاره او بيا ورکه شوه.
نيمګړې کيسه
په کوڅه کې دجوارو دنينو خرڅونکي غږ را پورته شو"پولۍ واخلئ پولۍ ...دکور ماشومانو لويې
دروازې ته منډې کړې،ھغه ھم له ځايه را پاڅيده ،دڅادر د پيڅکې پورې تړلې پيسې يي پرانيستې
او دخپل دروند وجود سره دکوڅې په لورې روانه شوه ،لږه شيبه وړاندې ھغې پتاسې خوړلې وې
چې ورٻندارې يې دچا دکوژدنې نه ورته راوړې وې،او دھغې نه ھم وړاندې ھغې ډوډۍ خوړلې
وه ،دډوډۍ نه وړاندې يې گنډٻرې ژولي وى او دګنډٻرو ضرورت ورته ځکه پيدا شوى و چې
ډٻره مالګينه غوښه يې خوړلې وه.
دھغې په ژوند کې دوه کاره وو ،يو ټوله ورځ خواړه او بله په کټ به پريوته او سترګې چې به يې
پټې کړې نو ځان به يې دناوې په حيث ليدلو ،دھغې په زړه کې بس يو ارمان و و،واده...واده او
واده...
دپيغلتوب په درشل کې به يې شپه او ورځ دا خوبونه ليدل چې ډٻر ژر به يې څوک وغواړې.
ھغه په دې غم کې نه وه چې سړى به څنګه وي کار به څه کوي ځوان به وي که زوړ ...بس ھم
په دې تصور دھغې وړه دنيا اباده وه،ځکه خو يې سبق ھم پوره نه کړو ددې نه مشرې دوه
خويندې چې واده شوى،نو ھر چا به ددې د راتلونکي په ھکله خبرې کولې،بيا دھغې وروڼو ھم
ودونه وکړل،په کور کې ماشومان وزٻږٻدل ددې مور پالر زاړه شول،مور يې دپخلن کار نه شو
24
(c) ketabton.com: The Digital Library
کولى ،ځکه خو دې د اخلي پخلي کار په خپل الس کې واخيستو او ھم ددې ورځې نه ددې ولوږه
ھم زياته شوه ،د ډوډۍ نه وروسته چې به دې دسترخوان راټولوو نو پاتې شيان به يې ھم خوړل
بيا به ھم دې ته خپله خيټه تشه ښکارٻده،دکوڅې نه يو پلورونکي به نه شو تېرٻداى دھغې دکور
مخې ته يې دخوراک دشيانو دخرڅولو لپاره ضرور ناره وھله"،وږې دي وږې ...دجوارو نينى
ګنډٻرۍ...نان خطايي...کيک يوه ورځ ورته ورٻندارې په ټوکو کې وويل:
"خېټه ده که ژرنده...ھډو ودرٻږې نه...خو دې به دھيچا پروا نه کوله...بس خواړه وو چې ددې
خيټې ته ورولويدل ،ددې وزن اوس دومره زيات شوى و چې په ګرځيدوبه يې ساه ښکته پورته
شوه ،په پونړو به نه شوه ختلې ،يو کار به يې وکړو نو بې حاله به ناسته وه ،په دې ځوانه ځوانۍ
کې خلکو ورباندې رنګارنګ نومونه ايښي وو.
ډومبکۍ،مېښه....پنډه شاببو....چاټۍ ....دھغې مور ټولو خپلو خپلوانو ته ويلې و چې که څوک زما
لور وکړي نو زه به ورته خپلې ټولې ګانې ورکومه،خو ھلکانو به غوږونه ونيول چې دې غواګۍ
سر به څوک ژوند تيروي.
ښه نو ولوستونکيه.....تر دې خو ما کيسه وکړه پاتې کيسه ته راته پوره کړه...څه؟...ته وايي چې
کيسه ليکل ستا کار دى...تراوسه ددې جينۍ نوم ھم راته څرگند نه شو،ولې دې داسې کيسه پيل
کړه چې پاى له ما غواړي ښه سمه ده...ما ځينو خلکو ته دا کيسه ھم تردې ولوستله او ددوى نه مې
پوښتنه وکړه چې نور نو ددې جينۍ سره څه وکړم.
يوه ډله خلکو راته وويل چې که داجينۍ ښه اخالق لري ...کورنۍ يې ښه ده نو ددې غټ وجود
دومره عيب نه دى ...يو رژيم )دخواړو پالن(دې ورته څوک ونيسى ...سمه به شي او په کار ده
چې يو څوک يې وکړي.
خو ما دداسې کسانو نه پوښتنه وکړه چې که ستا ورو،زوى ،ماما يا نږدي خپلوانو کې يو ناواده
سړى وې نو ايا دوى به دا جينۍ وغواړي؟
يوې بلې ډلې راته وويل چې دا جينۍ بې له واده ھم ښه ژوند کولى شي،دې له په کار دى چې پاتې
عمر دې دمور پالر په خدمت کې تېر کړي،کله چې دوى نه وي...دا به دکور مشره وي....ټول
وروڼه خويندې به ورباندې راټول وي،عزت او ناموس به يې ساتلى وي ،عبادت دې وکړي ددنيا
کارونو نه دې الس واخلي او خپل اخرت دې ښه کړي.
خو زما پوښتنه دا ده چې څوک به دخپل خور،لور ورٻرې ،خورزې يا لمسۍ ته داسې راتلونکى
وغواړي ،ښه نو ولوستونکيه ...څه چرت وھې افرين شه چې تراوسه دا کيسه لولې،زه درته اوس
خبرداري درکومه چې وړاندې دا کيسه مه لوله ځکه ددې پاى نشته...ښه ده نو چې ته زما خبره نه
منې نو زه به دا کيسه ھمدغسې پريږدم نيمګړې...
پالر،موراو لور
پښتنه له اسمانه ځمکې ته را وغورځېده،په وجود کې يي ساه نه وه،خو په منډه وه،ماشومه لور يې
په غېږه کې نيولې وه او نه پوھېده چې په خوشې سړک کوم خواته ورتله،ديوموټر تېز ھارن
ھغه بېرته خپلو حواسو ته ورټيله کړه،دموټر ډريور ھغې ته بد-بد کتل او دھغې ماشومې لورته
يې اشاره کوله ،لکه چې يې ويل"په خپله خو مرې ...دا ماشومه ولې له ځانه سره وژنې".
پښتنى ډٻر مزل وکړوخو دستړيااحساس يې نه کاوو،که يوې تيږې دھغې پښه نه وى نيولې نو
ښايي ھمدغسې به روانه وى ،دا ھم ھلته دسړک په غاړه په لويه تيږه کښيناسته ،ماشومې تمنا ته
يې وکتل ھغه حيرانه وه چې په مور مې څه شوي دي ،خپل ورکوټى الس يې ددې پر مخ کيښودو
نو پښتنى وليدل چې دھغې مخ په اوښکو لوند وو ،دپوزې نه يې ھم اوبه راوانې وې ،د دى په اوږه
25
(c) ketabton.com: The Digital Library
دڅرمنې تور بکس ځوړند و،د ھغې نه يې رومال را وويستو سترګې او پوزه يې پرې پاک کړل.
څو شيبې وړاندې ھغه په څومره ھيلو دپالر کورته ورغلې وه،يو کلنې تمنا ته يې په ټوله الر
غوږکې خبرې کولې،چې بابا ووينې نو په تندي الس به ٻږدې او سالم به ورته وکړى ،تمنا به
کټ-کټ وخندل.
د پښتنې مور د ساه لنډى مرض الره او پرون يې روغتون ته رسولې وه،خو ھغې اجازه نه لرله
چې دمور پوښتنې ته ورشي،د ھغې پالر لس کاله پخوا ورسره ھره اړيکه شلولې وه،ھغې څو
وارې جرګې مرکې وکړې خو ده دھيچا نه منله ،دپښتنې ګناه ډٻره لويه وه،ھغې په خپله خوښه د
وارث سره واده کړى و ،ھغه وارث چې د دوى د قام نه و ،ددوى ژبه يې ھم نه ويله او دخان زوى
ھم نه وو ،پښتنه پوھېده چې په دې کار به يې پالر په قھر وي،د دي په واده کې ھغه شريک نه
شو ،دا دخپل ماما له کوره واده شوې وه،خو ھغې ليدلي و چې ددى نه وړاندې وروسته ځينو نورو
جينکو په خپله خوښه دژوند ملګري غوره کړي وو ،ديو څو ميندو پلرونه څه موده خفه و،خو بيا
يې ھر څه منلي وو،داوالد مينه دھر غرور سر ټيټ کړي،پښتنې ھمداسې گڼله ،داسې نه وه چې
وارث دھغې دپالر نه و خوښ ،په سر کې يې ورسره ډٻر په عزت او درناوى چلن وکړو.خو
وروسته خبره ورانه شوه دپښتنې تره خپل ورور ته غټ پيغور ورکړى و"د بې غيرت" او د "بى
ناموس" خطاب يې ورله ورکړى و ،د پښتنې دپالر لپاره دا پيغور دټوپک له ډز او دتورې له
ګوزاره سخت وو.
پښتنې وړه تمنا له غيږې ښکته کړه،ھغه اوس اودرٻدى شوه او دمور دګونډې سره يې ډډه
ولګوله،پښتنې څادر سم کړو دبکس نه يې يو بسکټ راوويستلواودتمنا په الس کې يې ورکړو ،نور
کله به دې ماشومې چيغې وھلې،الس پښې به يې غورځول ،خو نن په حيرانونکې توگه غلې وه،
لور دمور غم احساس کړى و ،پښتنې الرې ته کتل ،سړک خوشى و ،ھغه په ټيکسي کې دپالر
کور ته ورغلې وه ،لس کاله پخوا ھم دغسې يوه ورځ وه چې ھغه دماما سره په يوې بلې ټيکسۍ
کې له کوره ووتله ،نه يې ورور الس ونيولو ،نه يې پالر په سرالس کيښودو نه مور دھغې په سر
قران شريف ونيولو نه يې پرې پتاسې وشيندلې .ھغه په تيرو لسو کالو کې بيا خپل کور ته نه وه
تللې ،پالر يې ويلي و چې که بيرته راغلې نو وژنم دې.
وروڼو به يې حال پوښتلو او کله -کله به يې د ھغې دپالر نه په پټه مور ھم ورکره راتله .دروغې
لپاره ډٻرې ھڅې وشوې،دوارث دپوھنتون يو استاد چې دپښتنې دپالر ملګرى وو،په ننواتې والړو
دھغې ماماګانو ،تروريانو،ورته په وار وار مينت زارۍ وکړې،په اختر اوبرات کې به نورو
خپلوانو ورته يادول چې پښتنه په خپل کور کې خوشحاله اباده او ددريو اوالدونو مور ده،خو دا
وړۍ نه شړۍ کيده.
نن ھغى يو وارې خپل ځان راټول کړو،دمور د ليدو په ھيله پالر ته پخپله ننواتې والړه،خو پالر
يې ددې دليدو سره په ښکنځلو سر شوھغې ال خپل بوټان له پښو نه وويستى او د وړې تمنا الس
ھم ھا غسې په تندي پاتې شو ،د ھغې پالر خپلې څپلۍ ته الس کړو ،د پښتنې خور ژر د خپل پالر
الس ونيولو،ھغې ته يې وويل":ببۍ والړه شه...بابا دې ونه وھي دا دشرم خبره ده" پښتنه يو څه
وارخطا شوه خو بيا يې ځان کلک کړو او پالر ته يې وويل":بابا جانه بس کړه...ومې بښه ...ما
ډٻره لويه ګناه کړې،خو خداى پاک ھم بښونکى دى،زارۍ درته کوم...بس دى دمور لپاره ...دخداى
لپاره " ...خو دھغې دا ټولې خبرې دھغې پالر نه اورٻدې،ھغه په لوى غږ دې ته ښکنځلې
کولې،دھغه سترګې سرې او السونه يې له قھره رپيدل"بښل مښل نشته"...جرآت دې څنګه وکړو
چې بيا دې کور ته راغلې درته مې ويلې نه و چې وژنم دې" ددې خبرې سره سم ھغه په ديوال
ځوړند د تمانچې پټۍ ته الس کړو ،د پښتنې خويندي په چيغوشوې "والړه شه خورې " ...او دواړو
د پالر له السه تمانچې واخيسته ،ھغې غوښتل چې ځان کلک کړې خو د پالر څپيړو
26
(c) ketabton.com: The Digital Library
راوغورځوله ،وړه تمنا په چيغو وه ،پښتنې خپل ځان په ھغې واچوو او د دروازې لورې ته يې
منډه کړه ،نا ببره ھغه د لور نه مورشوه ،د تمنا دويرې ډک غږ دې ته اړکړه چې له ھغه ځايه ځان
وبا سي ،ھغې لکه د چرګې تمنا دخپلو وزرو الندې پټوله،دکور ددوازې نه په وتلو کې يې يو
وارې شاته وکتل ،دپالر څيره ورته داسې ايسېده لکه چې ددې قاتل وي ،بيا په يوه منډه له کوڅې
لوى سړک ته را اوتله،د سر څادر يې په اوږو پروت وو او داسر توره په الره روانه وه،اوس چې
دھغې ځانته پام شو نو يو وارې بيا په ژړا شوه ،دا څنګه پالر وو،پلرونه خو دخپلو لوڼو سر په
لوپټه پټوي،په بدرګه يې له کوره رخصتوي دخواږو پتنوس ورسره وي.
ھغه دپالر کور ته په ټيکسۍ کې ورغلې وه،دښار دې برخې ته ډٻر لږ بسونه راتلل،دھغې ھېڅ
اميد نه و چې بېرته تللو لپاره به ورته څه پيدا شي،خو قسمت يې ښه و،يوه الرۍ ورته
ودرٻده،ھغه په سيټ کښېناسته خو بيا يې ھم ژړل،ورسره ناستې يوې ښځې ورنه وپوښتل" څه
شوي دي ؟ " پښتنې په ژړا وويل " :پالر مې مړ شو"
دشيشې ګيالس
بصرۍ په تناره کې ډوډۍ لګولې،دمازديګر لمونځ شوى و،او ھغه خبره وه چې عالم خان به دکلي
دجومات نه را وتلى وي ،خو دا معلومه نه وه چې ھغه به څه وختې کور ته راتلو،کله-کله به يې
دملګرو سره دالرې پر سر بنډار کاوو اوناوخته به کور ته را رسيدو.بصرۍ به دمازديګراودماښام
ترمنځ داسې وه لکه چې په دار ځړٻدله ما شومانو ته يې ويل "شور مه کوئ اوس به مو دادا
راشي" ھغوى ته به يې د وخته ډوډۍ ورکړې وه،ځګه د عالم خان کور ته راتگ دزلزلې نه کم
نه و،تندى به يې تريو نيولى و دکور دروازې ته به يې لته ورکړه بس ته به وايي بھر چا سره يې
جنګ کړى دى.
دبصرۍ خواښې دخپل مشر زوى سره يو ځاى اوسيده او کور يې دعالم خان کور سره ديوال په
ديوال و دعالم خان مشره ورٻنداره شاخوبانه نومېده او په دې وخت کې به ھغې ھم په تناره کې
ډوډۍ لګولې،ھغه څه چې دکلي په ھر کور کې به دډوډيو خوشبويي خپور وو.
نن بصرۍ دعاګانې کولې چې عالم خان دې ډٻر وخت بھرپاتې شي،دھغې کټوۍ ال تراوسه نه وه
پخه غوښه په کټوۍ کې خوټکيده ،خو ال کلکه وه "خداې خبر چې قصاب دڅه شي غوښه راکړې
ده چې نه خوړينيږي"بصرۍ به ھر وارې دکټوۍ سر لرې کړو او دا جمله به يې له خولې را او
ووتله ،په دې کې نا څاپه ټول ماشومان په منډه شول او بصرۍ پوھه شوه عالم خان کور ته
رانږدى وۀ،دھغه په راتگ به ټول ماشومان ورک شول ،څوک به دکټ دالندې او څوک به
ددروازې شاته پټېدل،لوى ھلکان به کله په ونه وختل او کله په کوټه ،بيا چې عالم خان به ډوډۍ
وخوړه او ټول به دھغه په تندي پوه شول نودخپلو خپلو سوړو اوپټو ځايونو نه به يو -يو راښکاره
شو.
بصرۍ له کټوۍ سر ليرې کړو او غوښه يې په گوته کې ونيوله ،تراوسه خوړينه نه وه خوھغې ژر
دسترخوان واچو ،ھر څه يې دعالم خان مخې ته کيښودل ،ھغه مخ او السونه وينځلې و اواوس
ډوډۍ ته ناست و ،دغوښې ټوټه يې چې خولې ته کړه نو په ښکنځلو شوبصرۍ ورته په ورو غږ
وويل:
"قصاب نن سمه غوښه نه وه راکړې"عالم خان را پاڅيدو ،ھغه يې له کمڅۍ ونيوله ،بيا يې ورله
ديوال سره يو ډغره ورکړه ،بصرۍ چې ترڅو ځان ټينګاووعالم خان ورله څپلۍ را خالصه کړه
دبصرۍ له خولې نه تشه سلګۍ را ووتله او چې عالم خان ورله سوک ورکړو نو دبصرۍ په
سترګو توره تياره شوه.
27
(c) ketabton.com: The Digital Library
عالم خان په بدو ردو له کوره ووتلو د بصرۍ له سر او پوزې نه وينې روانې وې،او دمور دوينو
په ليدو دھغې لوڼې په ژړا شوى.
دعالم خان غږ د ھغه مورھم اوريدلى واولږه شېبه وروسته شاخوبانې دھغې دروازې نه سر را د
دننه کړوچې ددواړو کورونو تر منځ په ديوال کې جوړه شوې وه او ماشومان به پرې پورې
راپورې وتل.شاخوبانې ماشومان په قالره کړل او په اوبو يې دبصرۍ پرھرونه وينځل ،بيا يې
کورکمن او دشړشموتيل يوځاى کړل او بصرۍ ته يې په سر پټۍ وتړله.
دھغې مشرې لور ورته دپالر دقھر او د غوښې دکلکوالې کيسه وکړه ،شاخوبانې دشونډو الندې
يوڅو ښېرې عالم خان ته وکړې،زړه يې کيدو چې دبصرۍ سره کښينې خو د ديوال بلې غاړې نه
يې دخواښې غږ واورٻدو چې"څه شوى دي" ته ھم ورسره کښيناستې ھغه زما زوى ډوډۍ خوړلې
ده که نه؟" شا خوبانې بيرته خواښې ته والړه او ھغې ته يې په لنډو ټوله کيسه تيره کړه،او لکه چې
دبصرۍ تمه وه دخواښې لوړ غږيې بيا واورٻدو"سړي خو ھمدغسې وي نو.....دا خبره نه وه چې
غوښه په څومره وخت کې خوړينېږي ،داسې پواړې ښځې د وھلو دي".په بله ورځ بصرۍ سر
او نيم مخ په څادر پټ کړي و او دکور کارونه يې داسې کول لکه چې ھيڅ نه وو شوي ،عالم خان
دخپل مور سره ډوډۍ خوړلې وه،اوسحر لکه دنورو ورځو په شان له کوره وتلى و.
دبصرۍ دوى کور دکلي دچم نه لږ ليرې جوړ و نو ځکه ددوى دکور دغوبل به څوک نه خبرٻدل،
خو بيا ھم دکلي په ژوند کې دښځو وھل ټکول عامه خبره وه ،دبصرۍ لپاره ګران کار دا و چې که
کومې ښځې ترې پوښتنه وکړه چې سر يې ولې تړلى دى نو يوه نوې بھانه به ورته جوړه
کړي،ځکه خواښې ورته ويلې و چې پام کوه دکور خبرې نورو ته ونه کړې،د پښې خوئيدل د بام
)چت( نه راپرٻوتل -د دروازې سره جنګيدل ،د وړو غونډوسکى په سر لګيدل ،د ديوال نه را
پرٻوتل ،دا ھر څه دبصرۍ په زړه و ،دمور له کوره به ھم که چا ورباندې پېښه وکړه نو بصرۍ
به ورته دروغ ويل.
ھغه به دجمعې ورځ ته ډٻره نه خوشحاليده،عالم خان به ټوله ورځ په کور و او کله دا،او کله
ماشومان به يې رټل ،په دې جمعه خو دھغې ليور دخپل ټبر سره دمور تپوس ته را روان وو.
فريد خان په ښار کې اوسيدو اوھم ھلته يې يوه ښارى ښځه کړې وه ،صابره دھغه دښځې نوم و
اوډٻر اوچت تعليم يې ھم کړى و ،بصرۍ به دشاخوبانې نه دومره نه شرميده لکه چې دصابرې نه،
ھغې به ډٻرې پوښتنې کولې او دبصرۍ سره به د ھغې د پوښتنو ځواب نه و،د ھغې جامې کالي
ھم ډٻر فيشني واوخبرې به يې ھم بل شان کولې.
په داسې جمعه به بصرۍ دشا خوبانې سره ډٻره مرسته کوله،ددريو واړو وروڼو ټبر به يو ځاى
ډوډۍ خوړله ،دٻرش دوه دٻرش کسان به په دسترخوان کښيناستل،د ډوډۍ خوړو نه وروسته
بصرۍ او شاخوبانې لوښې وينځل او صابره دخواښې سره ناسته وه .د لوښو وينځلو نه وروسته
بصرۍ غوښتل چې ورو غوندې ځان خپل کور کې ورک کړي،خو کله چې دا دخپل کور په لورې
روانه شوه نو صابره ھم ورپسې را پاڅېده،دبصرۍ خواښې اوس دخپلو زامنو سره په خبرو
بوخته وه.
کله چې بصرۍ دصابرې په کوټه کې يواځې کښېناسته نو ھغې اوس ھم سر اومخ په څادر پټ
کړى وو،صابرې ورته وويل:
"ځه بس دى اوس خو سړي نشته مخ اوسر لوڅ کړه"بصرۍ ھم له دې خبرې وٻرٻده،خو اوس بله
الره ورسره نه و،دمخ نه يې پلو لرې کړو خو تندى يې ھماغسې پټ و،صابره ورته يوه شېبه
ځير شوه اوبيا يې وويل":دا په پوزه دې څه چل شوى دى؟"بصرې وويل" :ھيڅ"
صابرې دھغې دتندي نه دڅادر پلو اوچت کړو او دھغې پرھر يې وکتلو ،بيا يې وويل":عالم خان
لکه چې بيا درباندې الس اوچت کړى دى"بصرۍ له شرمه سترګې ټيټې کړې،ھغې غوښتل چې
28
(c) ketabton.com: The Digital Library
ځمکه وشلېږي او دا په کې ورکه شي،ھېڅ يې ونه ويل،صابره يوه شيبه غلې وه،بيا يې
وويل":ستا دا خاموشي او صبر ددې باعث دى چې سړى دې وھي .....يوه ورځ به دې مړه کړي"
دبصرۍ سترګې له اوښکو ډکې شوى" څه
وکړمه......عالم خان په وړو خبرو په قھر شي ....زيات وخت زه مالمته يمه"......ھمدغه خو
غضب دى کنه".....صابرې دھغې له خولې خبره ونيوله......ښځه که مالمته وي او کنه .......وھل
يې ناروا دى،ولې عالم خان چېرې ھم غلطي نه کوي...ده چې تېر کال دفريد خان موټر له زاړه
کمره سره جنګولى و نو چا وھلى و؟"
د صابرې دسترګو نه دوه اوښکې نږدې دھغې اننګو ته کډه کوله چې ھغې ژر ددواړو السونه په
ګوتو راټينک کړل اوسترګې يې ومښلې"دا به زما په قسمت کې ليکلې وې ...که نه نور وروڼه خو
يې ډير ښه دى"صابرې بې واره وويل:
"داځګه چې نور يې ستا په شان ښځې نه لري"دبصرۍ غرور نور ھم خاورې شو،صابرې په
خپلې خبرې يو څه پښيمانه ښکارٻده ....ژر يې بصرۍ نه بښنه وغوښته او بيا پاڅيده بھر
دماشومانو چيغې او شور ځوږ ددې االمه وه چې فريد ښار ته دتللو لپاره به کوڅې ته راوتلى
وي،بصرۍ ھغې ته مٮنت وکړو چې خواښې يا فريد ته دې څه ونه وايي ځکه چې عالم خان
خبرٻږى نو ال په قھر شي،صابرې ورسره لوظ وکړو خو بيا يې ورته نصيحتونه وکړل ،چې دعالم
خان الس دې وونيسى ،که ھغه ورته څپيړه ورکوي نو بصرۍ خو دې ھم يو شى ورباندې
وغورځوۍ ،بصرۍ پېکه خندا وکړه او ويې ويل:
"ښځه کله سړى وھلى شي" صابرې ددوازې په درشل کې ودرٻده او په غلي غږ يې ھغې ته
وويل":فريد خان زما سره په زوره خبرې نه شي کولې ،يوځل مې داوبو په ګيالس ويشتى واو
ورته مې ويلي و چې که بل ځل يې راباندې الس اوچت کړو نو زه به کوڅې ته ووځمه ،ښه ده
چې کورمالت مې ننداره وکړي،بس ھغه ورځ وه او نن ورځ زما نږدې چې د دشيشې ګيالس
وويني رانه يې ليرې کړي ،په دې خبره بصرۍ ته ھم خندا ورغله،دواړه په خندا دخواښې کورته
روانې شوى،په ھغه شپه بصرۍ دخوب نه وړاندې تر ډٻره وخته ځان سره چرت وھلو ،په غوږ
کې يې دصابرې خبرو انګازې کولې.
څوورځې واوړٻدې دبصرۍ خواښې دعالج په پلمه څوورځو لپاره ښار ته دفريد خان کورته
والړه ،بصرۍ او شاخوبانې به دډوډۍ پر وخت په ازاده خبرې کولې.
ددوى دخبرو موضوع به ډٻرۍ دصابرې خبرې وي،دواړو ارمان کاوو چې دتعليم له برکته
دصابرې ژوند ددوئ نه بھتره و ،بيا به يې دھغې دشيشې ګيالس خبره راياده کړه او وبه يې
خاندل ،بصرۍ يو سوړ اسويلى وکړو او ويې ويل":زه په تاسو ټولو کې بدبخته يم چې د سړي نه
راته بال جوړه شوې ده" شاخوبانې ورته وويل":يواځې ستا لپاره .....کتل دې نه چې تيره ورځ يې
د صابرې سره په څومره ورين تندي خبرې کولې" بصرۍ شېبه غلې وه،دا خبره رښتيا وه چې
عالم خان دکور نه بھر يو بل مخ الره خوش خلقه با اخالقه ....خپلې مور سره به يې دټولې دنيا
ټوکې کولې د بصرۍ د مور پالر او د وروڼو خويندو به يې ډير عزت کاو....شاخوبانې ته يې
وويل":ډٻر مې ارمان شي چې عالم خان دې راسره په نرمه ژبه خبرې وکړي،که نور نه چې وھل
ونکړي،خو نه پوھيږم چې څه وکړم که چيرته نه دصبر تاويز پيدا کيدو نو عالم خان ته به مې
راوړى واى" شاخوبانې ژر دھغې په خوله الس کيښودو"پام کوه چې دتاويز خبره
ونکړې....دبصرۍ مشر ليوراسالمي دې او دتاويزونو ،زيارتونو ته تګ ددوى په کور کې رواج
نه الره.
دبصرۍ خواښې په ښار کې ناروغه شوې وه او عالم خان دمور پوښتنې ته تللى و،دشپې ناوخته
چې کور ته را ورسېدو نو بصرۍ ورته په انتظار ناسته وه ددوى کلۍ دښارنه دوه درې ساعته
29
(c) ketabton.com: The Digital Library
دموټر الره لرله اوس سړک ھم پوخ شوى وو او دښار نه ډٻرې الرۍ اوموټرې تر ناوخته کلي ته
راتلل.
بصرۍ نه وه خبره چې عالم خان به ډوډۍ خوړلې وي که نه خوبيا ھم ھر شى يې ورته ژر-ژر په
دسترخوان کېښودو،اوس خويې د ډوډۍ توده ساتلو لپاره دښار نه دپالسټيکو يو ترموز ډوله ډبه
راغوښتې وه چې تر دوو دريو ساعتو به په کې ھر څه تاوده وو .نن دھغې زړه ارامه و چې عالم
خان به ورته څه نه وايي،خو عالم خان لومړى دسترخوان او بيا بصرۍ ته وکتل او ويي
ويل":ډيره بې عقله ښځه يې کنه" د بصرۍ زړه يو درز وکړعالم خان دڅپلو سره په کټ غزيدلى
و.
بصرۍ ورنږدۍ شوه او په وٻره يې ترې وپوښتل" خير خو دى ....مور څنګه وه....عالم خان ورته
په ځير وکتل" مور مې ښه ده زما سر مه خوره" بصرۍ په ځان کې يوه څه نور جرات پيداکړو او
ويي ويل" ښه نو ولې په قھر يې ډوډۍ تياره او ګرمه ده" عالم خان راپاڅېدو دماشومانو کټونو ته
يې وکتل....ټول ويده و...دى له کوټې ووتلو نو بصرۍ حيرانه پاتې شوه څه وکړي نور کله چې به
عالم خان ډوډۍ نه خوړه نو دې ته به يې وويل چې نه يې خورمه خو نن يي عجيبه چلن کاوو.ھغه
عالم خان پسې بھر را ووتله دغولې په بل سر کې يوه وړه کوټه جوړه وه چې ماشومانو به په کې
خپل کتابونه او دښوونځي شيان ايښودل،يو ګوټ کې کټ ھم واو چې کله به عالم خان دبصرۍ سره
ډٻرې ناندرۍ ووھلې نو ھلته به ويده شو.
عالم خان دکوټې دروازه خالصه کړه او دننه والړو،بصرۍ پوھه شوه چې دې به ھم ھلته شپه
تېروي،نږدې وه چې عالم خان ددې کوټې دروازه دننه بنده کړې واى چې بصرۍ ځان په زوره
کوټه کې دننه کړو او دروازه يې وتړله،عالم خان يو څه حيرانه شو ،خو بيا يې خپلې څپلۍ ويستلى
او په کټ وغزٻدو ،بصرۍ ورته وويل":طبيعت خو دې سم دى کنه....ډوډۍ دې ونه خوړه؟" "څه
ډوډۍ-ډوډۍ لګيا يي" عالم خان په لوړ غږ وويل":نه يې خورم ....نه يې خورم ،کوم پالوونه
کبابونه دې راته پخ کړي دي چې ته به پرې ستړې شوې يي".
دبصرۍ دغوږونو نه يوه لمبه ووتله،ھغې ھم په لوړ غږ عالم خان ته وويل":خوله دې ماتېده چې
دا خبره دې څو شېبې وړاندې راته کړې واى.عالم خان دډٻرې حيرانتيا نه په خپل ځاى اوچت
کښېناستو،دا بصرۍ خو بل شان وه،دې بصرۍ خو قھر ھم کولى شو،غږ يې څنګه لوړ
کړو،دعالم خان ګوتو کې خارښت پيداشو ،ھغه خپلې څپلۍ ته الس کړو خو يودرز وشو اودھغه په
سر يو دروند شى ولګيدو ،عالم خان ال ځان پوھولو چې دا به څه شى وي،چې بل درز وشو او
يوبل شى دھغه په پوزه ولګېدو،دکوم ماشوم دواړه بوټان دھغه په غيږ کې پراته وو،او ده سر په
دواړو السونو کې نيولى و،په سترګو يې تياره وه او لږه شيبه وروسته چې ده سر راپورته کړو نو
بصرۍ يې وليده چې په الس کې يې دشيشې ګيالس نيولى و ،دعالم خان په خوله يوه غټه ښکنځله
راغله خو په "وى" بدله شوه ځکه دشيشې ګيالس دده په لورې راوالوتواو عالم خان چې دخپل مخ
دحفاظت لپارهالسونه مخ ته نيولي وو دده الس يې ټپي کړو.
عالم خان ته په خپل ټول وجود کې د درد څړيکې احساس شوى ،دھغه له خولې اوس ځږيروي را
وتل ،دبصرۍ دخولې څه خبره نه را وتله ،بس ھغه سخت په قھر وه او که چا ورته ټوپک په الس
کې ورکړى واى نو ھم په دې شېبه يې عالم خان وژلو ،خو دھغه دتندي او پوزې نه وينې روانې
وې.
بصرۍ له کوټې را ووتله او يوه اوږده ساه يې راښکله په ھغه شپه عالم خان په پخلنځي کې
کورکمان او تيل لټول،او بصرۍ په ارامه ويده وه.
په بل سحر چې ماشومان ښونځيو ته تلل نوپالر يې ولېدو چې په سر يې پټۍ تړلې وه ،دھغه پوزه
ھم پړسېدلې وه او الس يې په شړۍ کې تاو کړى و ،عالم خان چې له کوره راوتلو نو چرت يې
30
(c) ketabton.com: The Digital Library
وھلو چې خلکو ته به څه وايي" .....زه دچت نه راپرٻوتم ...نه-نه په خټو کې ولوٻدم " ...ده ته په
لومړي ځل احساس وشو چې بصرۍ به څنګه خلکو ته بانې جوړې کړې وي دوجود پرھرونه خو
جوړ شي دانسان خپل غرور چې ختمېږې څومره لوى عذاب دى.
په پټيو کې يو کروندګر ترې پوښتنه وکړه"خير خو دى چا سره دې جګړه کړې ده؟"عالم خان
ورته په يوه پيکه خندا وويل:
"نه ياره بيګا دموټر نه کوزٻدمه ...دروازه مې په مخ ولګيده...پوزه مې وينې شوه خو ...خداى
فضل وکړو".
اخوا بصرۍ شاخوبانې ته دشپې کيسه کوله او بيا يې ورته وويل:
"که ښار نه دې لوښي راغوښتل ماته دناشکن )نه ماتيدونکي( ګيالسونو يوسيټ راوغواړه ھم ھاغه
چې نه ماتيږي"
سنيما
نازنين خپله طالى رنگه بټوه په ميز کيښوده او د اوچتو پوندو د نازکو پيزارو سره په کټ پريوته
ھما په يوه کرسۍ ځان وغورځاوو .په الس کې نيولى د مريو گالبى سينډلو تڼى يي پرانستلى.
پروين التروسه د سر نه خپل گلدار څادر ھم نه وو لرى کړى او د کوټى سره جوخت غسل خانى
ته يي منډه کړى وه.
دا دري واړه ھم اوس د خپلى نږدى او پخوانې ملگرى زيبا د واده نه راگرځيدلى وى او د ډاکټرانو
د ليلۍ په يوه کوټه کې وى .دا کوټه د پروين وه ھغه د ښار په لوى روغتون کې د ډاکټرۍ ورستى
کال )سيتاج( پوره کاوو چې ورپسى به يي سبق خالصيده .نازنين او ھما د زيبا په واده کې د گډون
لپاره د پروين په کوټه کې ايسارى وى .دا پالن دوى ھغه وخت جوړ کړى وۀ چې د زيبا د واده
کارډ ورته رسيدلې وۀ.
پروين چې د غسل خانى نه راوتله نو يوه شيبه يي نازنين او ھما ته وکتل .دواړو سترگى پټى کړى
وى او په کوټه کې خاموشى وه .پروين د يوى کرسۍ نه گدۍ راوخيسته او نازنين يي پرى
وويشته.
تاسو دواړه دلته د خوب لپاره راغلى يي؟ د نازنين او ھما له خولى گډ اوازونه راوتل }}ستړى يمه
دمه کوومه{{ او درى واړو کړس کړس وخندل .پروين خپل پړونى د سر نه لرى کړو او په
کرسۍ يي واچوو ناببره په کوټه کې رنگونه وځلېدل .د ھغى په کميس لگيدلى ستارى مخامخ د
لوى ھندارى د رڼا سره يو ځاى شوى او په ټولى کوټى کې يي پړک وپړوک جوړ کړو .نازنين ته
موقع په الس ورغله " ،ته دى ته گوره اوس مونږ په رڼا وژنى"...
د درى واړو جينکو خندا په کوټه کې تودوالى پيدا کړو .پروين د يخچال )فريج( نه د يخو اوبو
بوتل راويستو او په گيالسونو کې يي اوبه واړولى .ژمى تير وۀ او نن ماښام د ھوا سوړوالى ھم
مات شوى وۀ.
دريو ملگرو د واده ښايسته جامى له ځانونو نه وويستلى ،مخونه يي د سرخى پوډرو نه پاک کړل
او په کټ يو ځاى کيناستى.
31
(c) ketabton.com: The Digital Library
ھما د طب په کالج کې خپله لومړۍ ورځ په زړه شوه زيبا ھم پدى پوھنتون کې د دويم کال
محصله وه د پوھنتون دود داسى وۀ چې د دويم کال جينکو به په نوو راغلو محصلينو اوبه شيندلى
چې دوى په عذاب شى .تر يوى اوونۍ به جينکو ھمدغسى شوخى کوله .په ھما اوبه وشيندل
شوى ،زيبا دا حمله ورباندى دومره ناڅاپى کړى وه چى ھغه وارخطا ډډى ته شوه .....پښه يي
وخويده او په ازغن تار پريوته .ټولو جينکو چغى کړى .زيبا په الس کې نيولى د سلورو جگ
ورغوځار کړو او په منډه د ھما مرستى ته راغله .دا يي را وچته کړه او په غيږ کې يي ونيوله .د
ھما لوپټه په ازغن تار کې ونښته او تر څو چې دوى راخالصوله ريتايړى ترى بيلى شوى .د ھما
په ليچو ازغن تار خراشونه جوړ کړى وو .نورى جينکۍ له ويرى وتښتيدى .د زيبا په غټو غټو
سترگو کې اوښکى وى .او په يوه ساه يي له ھما بښنى غوښتلى .بيا يي دا کوټى ته بوتله .دوو نورو
جينکو ورسره د بستو په را وچتولو مرسته وکړه .زيبا ژر د خپلى المارى نه وچى جامى راويستلى
او ھما ته يي ورکړى چى جامى بدلى کړى ،بيا يي د داروگانو يوه وړوکى صندوق راوړو او د
ھما په خراشکو يي ملھم کيښودل .يوى جينۍ ژر ژر د ھغى جامى په استرۍ )اتو( اوچولى .بلى په
منډه ھغى له چاى راوړى او بيا تر ډيره وخته دوى په خبرو بوختى وى .ھما د خپلى سپينى لوپټى
په غم کې وه .ھغه له موره ويريده .زيبا ورله تسلى ورکړه او خپله نوى سپينه لوپټه يي د ھغى په
سر واچوله .زيبا ھم له ھغى ورځى ددى ملگرى شوى وه.
نازنين په ھاسټل )ليليه( کې ھغه وخت داخله شوه چې د دې ټولى کوټى نيول شوى وى .د طب
ددى پوھنتون په ليليه کې دوه ډوله کوټي وى .يو ھغه چې د څلورو جينکو لپاره وى ،دويم ھغه چې
دوه دوه به په کې اوسيدى .د ليليى د مشرى د کور سره جوختى څلور داسى کوټى وى چې په
ھغوى کې به د ھر ټولگې استاذى جينکى ووسيدى .دوى به د مشرى او د نورو جينکو تر منځ
اړيکى ساتلى او ددوى ستونزي به يي لرى کولى .نازنين ته ھغه ورځ را په ياده شوه چې دي د
څلورو جينکو کوټى ته خپل سامان يوړو نو ھلته د وړاندى نه ښي المارۍ ،ميز او کټونه نورو
اخيستى وو .د نازنين په نصيب کې شليدلې کټ او داسى المارۍ راغله چى يوه دروازه يي نه
بنديده .د دوى د ټولگى استاذه تر اوسه نه وه ټاکل شوى نو ځکه دى د زيبا سره وليدل .ھغى ژر
يوه خاله را وبلله او د ليليى گودام ته يي د ځان سره بوتله .ھلته نه يي نازنين ته يو ښه نوى کټ
ورواستولو او په بله ورځ يي د المارى د دروازى جوړولو لپاره يو ترکاڼ ھم را وغوښتو .نازنين
ھم له دى ورځى د زيبا مريده شوه .او بيا به تل د خپلو وړو وړو ستونزو لپاره زيبا ته ورتله.
پروين ته ھغه ورځ په زړه شوه چې په لومړى ځل د زيبا کوټى ته ورغله .د ليليى ډيرې جينکى د
اختر لپاره کورونو ته تللى وى .پروين پخپله کوټه کې يواځى ژړل چې زيبا ورباندى را پيښه
شوه .بيا يي دا خپلى کوټى ته بوتله ھغه کوټه چى په ټولى ليليه کې د جينکو لپاره د يوى ښکلى دنيا
په شان وه .پروين په لومړى ځل وليده .په سپينو ديوالونو د چت سره نږدى زيبا پخپل الس په
رنگ د ښايسته گلونو حاشيى جوړي کړي وي .په کړکۍ او دروازى يي اسمانى رنگ پردى وى
چې ورباندى د گالبو واړه واړه گلونه گنډلى وو .ھم دغه گلونه د ديوال په حاشيو ھم وو .د کوټي
ټول فرش په سرۀ قالينه )غالۍ( پټ وۀ .په کرسيو ايښى نرمى گدۍ ھم دغسى وى .پدى ميز د بلو
رو په يوه پياله کې مڼى او مالټى ايښى وى .د کوټى په بل گوټ کې د شيشى په وړى المارى کې
چينى لوښى او ورسره وړوکى يخچال وو چې ورباندى د تازه گلونو گيډى ايښى وۀ.
32
(c) ketabton.com: The Digital Library
د زيبا کټ ھم ريښتا چى څپر کټ وو .ددى پوښ تک سپين وو او ورباندى ھماغسى سور رنگ
واړه گلونه گنډلى وو .پدى لويه جالۍ ځړيده د کټ سره جوخت په يو وړوکى ميز د بجلۍ )بريښنا(
لمپ وو او ددى په بيخ کې گړۍ ھم جوړه وه .د سبق په ميز کتابونه په ترتيب ايښى وو .
په يو شى ھم د دوړو يا د گرد نښه قدرى ھم نه وه .پروين په ھغه ورځ د زيبا د سليقى نه خبره
شوه .ھغى اوريدلى و چې د زيبا ښايسته شيان خوښيدل خو د ھغى کوټه د ھغى د خپل وجود په
شان ډيره ښکال لرله .ھر چا به ھڅ وھلو چې د زيبا به کوم ښکلى سړى ته وديږى ،او نن دا درى
واړه ملگرى د زيبا واده ته تللى وى .ددوى د واده شاه ځلمى نه و خوښ شوى د عمر نه ډير
ښکاريدو .رنگ يي ھم ډير ښه نه وو خو په دوبۍ کې يي د کروړونو ډالرو تجارت لرلو او د کال
شپږ مياشتى به په امريکا او اروپا کې گرځيدو.
ھما ،پروين او نازنين د زيبا د سترگو مالل احساس کړى وو خو نورو ميلمنو ته د ھغى د طاليي
کار قيمتى جوړه او د لکونو روپو گاڼى حيرانوونکى وى .دا چى زيبا به خوشاله ژوند تير کړى او
که نه درى واړو ملگرو خپله خپله نظريه لرله .نازنين وويل چې زيبا به ټول عمر ماتم کوى ھغه
ډيره حسن پرسته ده ھما دا خبره در کړه پدى چې زيبا د حاالتو سره سم ژوند کولى شو او پخپله
به د خوشالۍ الرى پيدا کړى.
دواړو خپل خپل داليل ويل خو پروين غلى ناسته وه .اخر چې دوى ستړى شوى نو ھما ورته وويل
پروين جانې ته خو ھم څه ووايه کنه ........زيبا به خوشحاله ژوند وکړى که نه؟
پروين د شا پر تخته پرته وه او د چت پکى ته يي کتل .ھغى وويل "زيبا اوس زمونږ د ژوند نه
وتلى ده ...کال دوه کاله وروسته به مونږ ھم د يو بل نه بيلى شو .د سبق ژوند د يو ډير ښه فلم په
شان وى ماته داسى ښکارى لکه چې مونږ فلم ليدو .زيبا ددى فلم يو مرکزى کردار وو .د ھغى
واده ووشو فلم ختم شو ".ھما او نازنين د پروين د خبرى په ځواب کې ھيڅ وونه ويلي .دوى ھم
ھغلته ......گوبخى مو بخى ودى وى .
پروين خپلى عينکى لرى کړى البم يي بند کړو او خپلى لمسئ ته يي وويل دا زما ملگرى وې .خو
اوس نه يمه خبره چې څه شوى .زمونږ د ژوند ھر پړاو يوه سينما وه خو د سبق د دورى سينما تر
ټولو ښه وه.
پوښتنه
ما نه دخپلې لور سترګې نه ھېريږي،کله چې زما له کوره وتله يوه اوښکه يې ھم تويه نه کړه،په
موټر کې دکښيناستو پر وخت يې يو وارې بيا زما په لورې سر واړوو،په شونډو يې نرۍ موسکا
وه خو په سترګو کې يې دومره پوښتنې وې چې زما زړه يې په موټي کې ونيولو،موټر يې روان
شو نو ماته خپل وجود ډير دروند معلوم شو ھم ھاغسې لکه چې زما دمور او پالر دجنازې
پروخت وو.
اوس ھم په دې تورتم کې چې کله-کله دخلکو څيرې را يادوم نو دلور سترګې مې لکه دډيوې را
ښکاره شي،څومره په ارمان زما کورته راغلې وه ،دھغې نه وړاندې په وروستي ځل مې د دوو
کالو په غيږ کې نيولې وه.
33
(c) ketabton.com: The Digital Library
په ھغه ورځ اختر و،مور ورله دشنو وريښمو ښايسته کميس ګنډلى و،دا دنورو ماشومانو سره زما
د ورور کره راغلې وه ،ھغه وخت ھم ما دا د دوو کالو وروسته ليدلې وه،خو ما په ھغه ټولو
ماشومانو کې دا وپېژندله،دھغې سترګې زما سترګې وې،ھغې زه نه پېژندلم او چې غيږ کې مې
راواخيسته نو ماته يې حيران-حيران کتل ،ما ښکل کړه نو مخ يې ژر په خپل الس پاک کړو.
ښايي زما دږيرې ويښته ددې د مخ ګالبي څرمنې لپاره نا اشنا لمس وو ،ما ھغې ته خواږه په الس
کې ورکړل نو دا ھغې ته ځير شوه.
څومره بدبخته پالر ووم د ھغې د مور سره مې ژوند ونه کړى شو،ھغه زما نه وه خوښه ....مور
او پالر راته خوښه کړې وه....اوتر څو چې ما دھغې تصوير ليدو او مور ته مې ويل چې زه يې نه
کوم نو ددواړو کورنيو ترمنځ د واده خبرې خالصې شوې وې.مشر ورور مې ټوپک را واخيستو
او راته يې وويل لومړى په ما ډز وکړه او بيا دواده نه انکار وکړه ځکه زه په دې کلې کې بيا کوز
ګورى نشم ګرځېدى.زما واده ...زما دښځې دژوند دبربادۍ پيل و،ما خپل ډٻر کوښښ وکړو چې
ھغې سره يوځاى واوسم خو په ھره خبره به راته قھر راتلو،دھغې يوه ادا ،يو کار ،يوه خبره مې نه
خوښيده ،کله-کله به راته داسې احساس پيدا شو چې زه دخپل دسر دښمن سره په يو کور کې ناست
يم.عجيبه ورځې شپې وې ،ما زيات وخت په ښار کې تېراوه کاروبار مې ھم ھلته و .ھڅه به مې
کوله چې نورو ښارونوته په خپله والړشم چې کور نه ليرې يم زه په مسافرۍ کې خوشحاله
اوم،کال تير شو اوزه په کراچۍ کې خبر شوم چې لور مې شوې ده،ما يو څو دماشومانو شيان
واخيستل او کورته مې ورواستول .زما لپاره اوس کلى بې مانا ځاى و په تېره چې کله په کراچۍ
کې مې دکاروبار يو شريک راته خپله خور په نکاح کړه.
زما لور ددو مياشتو وه چې زه کلي ته والړم ،لور مې په غيږ کې ونيوله نو مينه مې ورباندې ماته
شوه،خو دھغې مورته مې چې کله کتل نو کرکه مې ھم ھاغسې په زړه کې وه،ھغې رانه دشپې
پوښتنه وکړه" ،چا راته ويلي چې تا په کراچۍ کې بله ښځه کړٻده؟" زه خبرووم چې زما دبل واده
خبره به پټه نه پاتې کيږي خو ما غوښتل چې لومړۍ خپله کورنۍ دې ته اماده کړم چې زما دويم
واده وزغمي،خواوس چې دې خبره راواچوله نو ماورته وويل چې دا خبره سمه وه،ھغه يوه شيبه
ھکه پکه په خپل ځاى ناسته وه بيا په منډه له کوټې ووتله پاتې شپه ما دخپلې لور او دھغې دمور
ژړا يو ځاى په حجره کې اورٻده،زه په کټ کې ناست اوم اوسوچونه مې کول چې دوى به تر
کومې ژاړي.
دھغې او زما دکورنۍ سړو ھيڅ ونه وويل،دويم واده څه عيب خو نه دى،زما مور،خويندوھيچا،
ھيڅ ونه ويل ،خو زه پوھېدم چې زما په ښځې اور بل دى په بله ورځ ھغه زمونږ له کوره ووتله
اود پالر په کور کښيناسته.
زه بېرته کراچۍ ته والړم او بياکال کې يووارې به مې کلي ته پېښه کوله،په لومړي کال مې لور
ونه ليده،زما لومړۍ ښځې ھغه ماته نه پرٻښوده.دويم کال ھمدغه داختر ورځ وه،چې لور مې د
نورو ماشومانو سره دکلى ميلى ته تللې وه او زماښځې داسې گومان نه کاووچې زه به د ورور په
کور کې خپله لور ووينم ،بس چانس ښه وو.ماشومانو په غولى کې لوبې کولې ،دميلې نه راوړي
شيان يې يو بل ته ښودل ،ځلوبۍ يې خوړلې د ډوډۍ پر وخت يو ماشوم داوبو ډک جام اړولى واو
دځينو ماشومانو نوې جامې پرې لمدې شوې وې،زما دلور شين کميس ھم لوند و،دکور ښځو
دماشومانو نه لمدې جامې ويستلې زما دلور نه يې کميس ليرې کړو او ھغې ته يې زما د ورٻرې
وچ کميس په غاړه کړو.بيا دا المده واړه-واړه کميسونه او پرتوګونه په تناب ويړي کړى شول چې
د ژمي په تود لمر کې وچ شي.
34
(c) ketabton.com: The Digital Library
زما ښځه لکه چې خبره شوې وه ،زه پوه نشوم چې څه وخت زما لور دنورو ماشومانو دډلې او
زما دژوند نه ورکه شوه،خو زه چې دورور له کوره وتلم نو ھغه وړوکى شين کميس مې دکوټ په
جيب کې و.
دا کميس تراوسه زما په المارۍ کې دنورو ډٻرو شيانو سره خوندي دى،ددويمې ښځې مې زوى
وشو نو په کلي کې مې خويندو خواږه وويشل،ما نه غوښتل چې زما لومړۍ ښځه ټول عمر زما
لپاره سر سپين کړي ،ھغې ته مې پيغام ورواستوو چې که غواړي نو زه به يې ازاده کړم ،دطالق
نوم بد دى خو دادې ھم بل واده وکړي،په غوښتنه کې زما نه زيات زما دويمه ښځه فعاله وه،خو
لومړۍ ښځې مې ھماغه څه وکړل چې زمونږ دټولنې پښتنې ښځې يې کوي،دا چې ځان وژني خو
دطالق پيغور نشي وړى.
بيا دژوند څرخ دومره ګړندى وڅرخېدو چې شل کاله واوښتل،زما مور پالر مړه شول دمشرې
ښځې يو ورور په څه خبره ځان ووژلو دھغې مور ھم مړه شوه،زه څووارې کلي ته والړم خو
دلور ديدن راته ناممکن کار وو،زما وروڼو خويندو ھڅه وکړه چې ماشومه دې راته پرٻږدي،ما
اوس ھم ھغې ته پيسې ورلېږلې دلور لپاره به مې په اختر اوبرات کې شيان وراستول،خو نه
پوھيدم چې لور مې زه يادولم او که نه.
ھغې دکلي د ښونځى سبق خالص کړو مور دښار په يو کالج کې داخله کړه،زه څووارې کالج ته
والړم چې ھغه ووينم،خو دکالج مشرې راته اجازه رانه کړه.
ماته خداى دوه نور زامن ھم راکړل ،داسې ښکارٻده لکه چې زما په قسمت کې نورې لوڼې نه
وې،زما دويمې ښځې به راپورې خندل چې خلک زامن غواړي او ته دلوڼو ارمان کوې.
په کلي کې به دنږدې خپلو خپلوانو ودونه کېدل نو ما به خپله کېمره چاته ورکړه چې دټولو
نجونو تصويرونه دې
واخلي،خوزما دلور تصوير به چا نشو اخيستى،ھغه د مور له خوا ودونو ته ھم نشوه تللې،زما سزا
ھمدا وه چې دلور مخ ونه وينم،بيا خبر شوم چې زما لور په يو دفترکې ځان ته کار پيدا کړى و،ما
دې دفتر ته څو وارې ټيليفون وکړو خو ددې سره مې خبرې ونکړې شوى.
زما زامن اوس لوى دي ،يو په پوھنتون کې دى،دوه نور په کالجونو کې سبق واى ،زما کاروبار
اوس نورو خلکو سمبالوو،ماته دزړه مرض پيدا شوى و او ډاکټرانوراته داوږدو سفرونو اجازه نه
راکوله ،دشکرې مرض زما دسترګو نظر کم کړى و.مشر ورور مې مړ شو نو په ما دزړه حمله
راغله،او په روغتون کې داخل شوم بيا کورته په راتلو زما دويمې ښځې يوه ميلمستيا وکړه .ددي
ميلمستيا په دويمه ورځ زه دخپل کور په برنډه کې ناست اوم چې نوکر خبر راوړ چې يوه جينۍ ما
ليدل غواړې ،زه د لوٻي دروازې پورې والړم خيال مې دا وو چې څوک به نوکرۍ لپاره راغلى
وي،ھلته زما لور والړه وه ما د ليدو سره سم وپېژندله ،سترګې يې زما سترګې وې ما په غېږ
کې ونيوله نودھغې سترګې ډکې شوى،دننه مې بوتله نو مخامخ راته ښځه والړه وه ،ھغه زما دوينا
نه وړاندې پوھه شوې وه او رنګ يې ژٻړ تښتيدلى وو.
مانه خپله ناروغي ھېره شوه،څوساعته مې ھم دلور سره خبرې کولې،ھغه زما دناروغۍ نه خبره
شوې وه زما دژوند دھر پړاو نه خبره وه،زما د زامنو نومونه ھم ورله ورتلل،زما دويمې ښځې ته
يې ادې وويل،ھغه دخپل مور دمخالفت سره زما ليدو ته راغلې وه،زه يوڅه خواشينى اوم ھغې ته
مې په قھر وويل چې ځوانې جينکۍ يواځې نه ګرځي،خو ھغې راته وويل":بابا زه په الوتکه کې
راغلې يم مشرې ببونه مې ستا پته اخيستې وه،ټيليفون شميره ھم راسره وه زما ددفتر يوه ملګرې
دلته په کراچۍ کې واده شوې ده،او ھغې ماته ويلې و چې که راتلې نو زه به دې دھوايي ميدان نه
راولم" زه دھغې په جرآت خوشحاله شوم ،دغرمې د ډوډۍ نه وروسته مونږ په باغ کې کښيناستو
او ھغې ماته دخپل سبق او ددفتر خبرې وکړې.
35
(c) ketabton.com: The Digital Library
زه ھېڅ خبر نشوم چې زما زامن څه وختې کورته راغلل ،دوى څه وويل ...څه يې وکړل زما
ټوله توجه خپلې لور ته وه،مازديګر مھال دھغې ملګرې ورپسې ټيليفون وکړو ،دشپې لپاره بيرته
تلله او که نه .ما ھغه ايساره کړه خو زما دويمه ښځه خوشحاله نه ښکارٻده.زه پوھيدم چې ھغه زما
دلور په مخ کې خپله بنه ويني،خوزما تنده ډٻره وه ما غوښتل چې دتيرو څوکلونو مينه په خپلې لور
وشيندم ھغه دومره ونازوم چې ټولې فاصلې ورکې شي.
دشپې دډوډۍ نه وروسته ھم مونږ خبرې کولې بيا ناوخته ھغه دميلمنو دايسارٻدو کوټې ته والړه او
زه چې په خپل کټ پرٻوتم نو ښځې مې ژبه پرانيستله،ھغې په يوه ساه بې شمېره پوښتنې کولې"دا
به څومره ورځې دلته وي؟ په کوم ھدف راغلې ده؟ مور به راليږلې وي؟دومره موده وروسته يې
ولې راپرٻښوده؟ دا به زما کور خو نه ورانوي؟"خو ما دھغې ديوې پوښتنې ځواب ھم نه ورکاوو
زما داوږو نه لکه چې يو لوى پيټى ليرې شوى وي،دشپې مې په ارامه خوب وکړ.
په دويمه ورځ ھم ما دلور سره تيره کړه،دھغې غږ پرما ډيرخوږ لګيدو،غوښتل مې چې ټوله ورځ
ھم ددې خبرې واورم،دھغې له خولې چې بابا به مې واورٻدو نو زړه به مې په ټوپونو شو زما
زامنو ماته "ډيډي" ويل ،مازديګر زما لور دخپلې ملګرې کورته والړه چې خپلې جامې کالي او
نور شيان راوړي.
ھغه چې الړه نو ښځه راته مخې ته کښېناسته اوبيا يې پوښتنې پيل کړې ما ورته په قھر
وويل":زما غوږونه مه خوره ھغه زما ليدو ته راغلې ده کار لري...والړه به شي دميرې دښمني
ورسره مه کوه"ښځه مې ددې خبرې په اوريدو ال په قھر شوه،راته يي وويل چې زه ډٻر کمزورى
يم ،دا جينۍ به دھغې کورورانوي اوس په خپله راغلې ده بيا به ورپسې مور ھم راشي،ما دھغې
دتسلۍ لپاره ورته ډٻر څه وويل خو دې په ژړا پيل کړه.زامن مې دخپلو کوټونه راوتل مونږ ټول
يو ځاې کښېناستو،اوترډٻره وخته مو خبرې کولې،زامنو مې د مور پلوي کوله وروستۍ خبره
داوه چې زما لور يوه شپه به نوره زمونږ په کور کې کوي بيا چې ھر چېرته غواړي ځي به،ما
ښځې ته منت زارۍ وکړې چې ھغه به والړه شي داسې تادي ښه نه ده،خودې راته گواښ وکړو
چې که يوه بله شپه مې لور راکره وکړه ،نو دا به دزامنو سره له کوره وځي.
ماښام زما لور خوشحاله-خوشحاله راغله يو وړوکى تور صندوق يې ځان پسې را ښکلو،ما نوکر
ته اشاره وکړه نوھغه ترې صندوق ونيولو او کور ته يې دننه کړو.مونږ دواړه په برنډه کې
کښياستو زما کور سمندر ته نږدى دى او په دې ماښام ډٻره ښه ھوا چلېده،دبرنډې دستنې سره
درامبيل دګلونو ځيلئ دسپينو ګلونو نه ډکه وه او دګلونو وږمې دھوا سره يو ځاى شوې وې،زما
لور دځيلئ نه يو څو ګلونه وشوکول....بوى يې کړل او بيا راسره کښيناسته راته يې وويل":بابا
ددې کور ھمدغه ځاى ډٻر ښکلى دى" زه خبر اوم چې دھغې دا ځاى خوښيدو،پرون مونږ دلته
څومره خبرې کړې وې نن مو چاى او دغرمې ډوډۍ دلته يو ځاى خوړلې وه.
ما دھغې نه پوښتنه وکړه چې په کراچۍ کې څومره وخت پاتې کيده،ھغې وويل زما ټکت ديوې
اوونۍ لپاره دى خوزه غواړم صبا بېرته والړه شم،ھغې چې دا خبره وکړه نو زما سترګو ته يې
وکتل ما ترٻنه سترګې بلې خواته واړولې ھغې ته مې ھېڅ ونه ويل ھغې زما دخبرې انتظار کاوو
خو ما ورته ھيڅ نشو ويلى،په سينه مې يو لوى کاڼى پرٻوتو،الس مې اوچت کړو خو ھغې د
وړاندې نه راته ګيالس نيولى و ما ترٻنه يو څو ګوټه اوبه وڅښلې.په دې کې يوې خدمتګارې غږ
وکړو چې ډوډۍ تياره ده ،مونږ دننه والړو نو لور مې دټولو سره روغبړ وکړو،ټول غلي وو،زما
دښځې سترګې اوس ھم سرې ښکارٻدې...سره له دې چې ھغې مخ الس وينځلى او سرخي پوډر
يې کړى وو.
36
(c) ketabton.com: The Digital Library
زه نه پوھيدم چې دھغې سرې سترګې به زما لور ھم ليدلې وي او که نه دا زما وھم وو،ښځې مې
لکه دپرون په شان ورسره عادي خبرې کولې دخواړو شيان يې ورته ورکول،خو پرون اونن کې
فرق و يا ښايي ماته په کې فرق ښکارٻدو.
د ډوډۍ نه ورسته مونږ بيا برنډې ته راووتلو لور مي جامو بدلولو لپاره خپلې کوټې ته والړه نو
ښځې راته بيا خپله خبره ياد کړه،ما ورته وويل":ډٻره مه دردٻږه ھغه صبا ته ځي"ښځه مې ددې
خبرې په اورٻدو ارامه شوه،بيا مې چې لور راسره کښيناسته نو ھغې ورسره خوږې خوږې خبرې
پيل کړې،ما دخپلې لور سره سترګې نشوى لګولې نه مې ورته ويلى شول چې صبا ته مه ځه يوه
اونۍ ايساره شه،نه مې ورته دتللو ويلى شول،زما ښځې ورته د دروغو ستونه کول چې "کاش که
يو څو ورځې نوره ايساره شوې واى" ھغې به زر ماته وکتل زما لور دا خبره زما دخولې
غوښتله،خوما ھېڅ نشو ويلى.زما په خوله يو غټ قلف لګېدلى و،زه نه پوھيدم چې نور مې
ورسره څه خبرې وکړې،شپه څنګه تېره شوه.....سحر څنګه وشو،ھغې څنګه ځان ته په الوتکه
کې سيټ پيداکړو اوھغه کومه ګړۍ وه چې دا زما له کوره ووتله،نه پوھيږم چې غرمه وه که
ماښام،ھغې څه ويل او څه نه ويل،ماته ترغاړې ووتله اوبيا چې موټر کې کښيناسته نو يووارې مې
سترګې دھغې په سترګو
ولګيدې،ھغه ډٻره په حوصله موټر کې کښيناسته په شونډو يې موسکا وه،خو په سترګو کې يې يوه
پوښتنه وه......او زه ددې پوښتنې په ځواب پسې تراوسه ګرځم،زما دسترګو نظروالړو زه دنورو
محتاج يم ،ښځه مې په ورځ کې يو ځلې راسره کښيني ،زامن مې کله راته راشي کله نه ،زه نه يم
خبر چې نن څويمه ورځ ده يو بوډا نوکر زما خدمت کوي او ھغه مې ددنيا له حاله خبروي.
خو زه چې ځان ته يم دلور سترګې وينم او دھغې دسترګو ھغه پوښتنه ھم چې"پالره ته ماته ولې
نه وايي چې پاتې شه".
پاې.
37
Get more e-books from www.ketabton.com
Ketabton.com: The Digital Library