Professional Documents
Culture Documents
عبرتناک حکایتونه
عبرتناک حکایتونه
عبرتناک حکایتونه
هنر او شتمني
یو عاقل حکیم خپل زامنو ته داسې نصیحت کولو چې د پالر عزیزانو هنر زده کړئ ،ځکه چې په شتمني او دولت باندې
باور نشو کولي ،شتمني او دولت د ورکیدو په درشل کې دي ،یا غل کولی شي هغه ټوله شتمني او دولت له منځه یوسي ،یا د
شتمني مالک ممکن د یو څه وخت لپاره لږ لږ وخوري.
ولې هنر د شتمني او دولت لپاره یوه سرچینه ده
که هنرمند په خطر کې وي هغه د هیڅکله هم نه خفه کیږي ځکه چې د هغه په ذات او وجود کې هنر شته ،چې دا هنر د
هنرمند لپاره دولت او لویه شتمني ده.
کړکۍ او هینداره
یوه شتمن ځوان یوه پیر ته ورغي او له هغه څخه یې د ښه ژوند په اړه د مشورې غوښتنه وکړه .پیر هغه د کړکۍ شیشې ته
بوت او پوښتنه یې ترې وکړه ،د کړکۍ شاته څه ګورئ؟هغه ځواب ورکړ:خلک ګورم چې ځي او راځي ،ړانده سوالګر کوم
چې په کوڅه کې خیرات ترالسه کوي.
بیا پیرهغه ته لویه هنداره راوړه او ترې نه یې وپوښتل :چې په دې هینداره کې څه ګورئ؟ هغه ځواب ورکړ " ،زه خپل
ځان ګورم".
په حقیقت کې هینداره او کړکۍ دواړه د یو ډول خام مواد څخه جوړ شوي دي .مګر د هیندارې شاته د سپینو زرو یو نازکه
طبقه موجوده ده چې تاسو له ځان پرته بل هیڅ نه ګورئ.او دشیشې شاته د سپینو زرو یوه نازکه طبقه شتون نه لري او د
هغه تر شا ډیر خلک ګوري چې ځي او راځي.
کله چې غریب شوي هر څوک ویني او د هغوي سره د مینې احساس کوي
او کله چې شتمن شوي له ځان پرته بل هیڅ نه گوري.
روغتیا او سالمتي
یوه ورځ د بغداد aحاکم د بهلول څخه وپوښتل :ایا تاسو غواړئ چې تل روغ او صحتمند اوسئ؟ بهلول وویل :نه ،ځکه که زه
تل په آرام کې وم،نو هیلې او نفساني غوښتنې به زما په وجود کې قوي شي ،او پایلې کې به زه د خدای(ج) له ذکره غافله
شم .
زما نیکمرغي په دې کې ده چې په همدې حال کې پاتې شم .او زه له خدای څخه غواړم چې زما ګناهونه وبخښي .
او نه زه د هغه له فضل څخه بې برخې یم او هغه څه چې راکوي زه یې مستحق یم .
شپون یو هوښیار پالر درلود .یوه ورځ هغه خپل پالر ته وویل " ،ای زما عاقله او هوښیاره پالره! ما ته یو نصیحت وکړه
د شپانه هوښیار پالر وویل" :خلکو سره ښه کوه ،لیکن په انداره نه تر هغه حده چې د دوي د ناخوښي سبب شي.
حقیقي ړوند
یو فقیر د بخیل کور ته راغی او ویې ویل ،ما اوریدلي چې تاسو خپلې پیسې او مال محتاجو خلکو ته ورکوي ،او زه له
اندازې زیات فقیر یم ،ماته یو څه راکړي .
بخیل وویل :زه ړاندو خلکو ته مال او پیسې ورکوم .
فقیر وویل :زه واقعی ړوند یم ،ځکه که زه بینا(لیدونکي) وم ،نو زه به د خدای(ج) له کور څخه پرته د بل چا کور ته نه
تلم.
شتمن او غریب
یو شتمن سړی د خپل پالر د قبر تر څنګ ناست وه ،او د هغې تر څنګ یو غریب سړی وه چې هغه هم د خپل پالر قبر ته
نږدې ناست وه .شتمن سړی د غریب سره بحث شو .ویې ویل" :زما د پالر قبر له ډبرې جوړدي او په ډبره باندې لیکل یي
رنګه دي د هغه قبر په مرمرو باندې فرش شوي او د قبر په مینځ کې فیروزي خښتې کار شوي ،مګر ستاسو د پالر قبر د یو
څوخامو خښو او یو موټي خاورو څخه جوړ شوی دی.
عبرت
یوه ورځ خلیفه د یوې سیمې څخه تیریده a،هغه ولیدل چې بهلول په لرګی باندې ځمکه اندازه کوي .خلیفه ترې پوښتنه وکړه:
ته څه کوې؟ بهلول وویل " ،زه غواړم نړۍ تقسیم کړم ترڅو وګورم چې موږ ته څومره رسیږي او تا سو ته څومره
رسیږي .هر څوچې هڅه کوم ګورم موږ ته یو متر نه رسیږي او تاسو ته هم دومره نه رسیږي.
خدای(ج) چې تاسو ته څه په تقدیر کې لیکلي دي هغه به تاسو ته رسیږي نه په هغه کې زیاتوالي راځي اونه کموالي.
لیونی او خر
یوه لیوني غوښتل چې خره ته خبرې ور زده کړي نو خره ته به یې په اشاره خبرې کولې،او دا فکر به یې کوو چې خره ته
خبرې ور زده کړي.
حکیم هغه ولید او ورته یې وویل :ای لیونیه بې ځایه هڅه مه کوه او دا ناوړه تصور د له سره وباسه ،ځکه چې خر له تا
څخه خبرې نه زده کوي ،مګر ته کولي شي چې خاموشي له خره او نورو حیواناتو څخه زده کړې .
کامله ښځه
مال نصرالدین له یوه ملګري سره خبرې کولې .ملګري ورته وویل :ایا تاسو کله هم د واده کولو په اړه فکر کړی؟ مال
نصرالدین ځواب ورکړ :فکر کوم ،کله چې زه ځوان وم ،ما پریکړه وکړه چې یوه کامله ښځه پیدا کړم .زه د صحرا له
الرې دمشق ته الړم او له یوې ښکلې ښځې سره مې ولیدل،خو هغه له نړۍ بې خبره وه .بیا زه اصفهان ته الړم،هلته مې
هم له یوې میرمنې سره ولیدل چې د اسمان په اړه یي ډیر معلومات درلود ،مګر ښکلې نه وه .بیا زه قاهرې ته الړم او
قریب وه چې د یوې وفادارې ،تعلیم یافته انجلۍ سره واده وکړم.
ملګري ورته وویل :نو ولې مو له هغې سره واده نه کړ؟ مال ورته وویل :بدبختانه هغه هم د کامل سړي په لټه کې وه!