You are on page 1of 11

www.Ketabtoon.

net
‫سپـۍ د ونې سيوري ته ويده وه‪.‬وړوکﻰ زوى يــې د چوغکې د بچي ننداره کوله‪ .‬د چوغکې بچﻰ په هوا کې‬
‫دې خوا ها خوا گرځٻده‪ .‬دا دوهمه اونۍ وه چې هغه الوتل زده کړي وو‪.‬‬
‫د چوغکې بچﻰ راغﻰ او د کوچني کوتري مخې ته پر ډبره باندې کٻناست‪ .‬کوتري ته يــې وويل‪ :‬څنگه وه زما‬
‫الوتنه څنگه وه؟‬
‫کوتري وويل‪ :‬ډٻره ښه وه‪ .‬کاشکې د ما هم زده واى‪.‬‬
‫د چوغکې بچي وويل‪ :‬ريښتيا ته که الوتلﻰ نشې نو گرځٻدلﻰ خو شې‪ ،‬خو ته هٻڅ چٻرې نه ځې‪ .‬ټوله ورځ‬
‫دې د مور په خوا کې تٻروې‪.‬‬
‫کوتري ځواب ورکړ‪ :‬زه خو ال کوچنﻰ يم‪ .‬مور مې وايــي چې لرې مه ځه‪.‬‬
‫د چوغکې بچﻰ والوته او ويــې ويل‪ :‬ما وگوره زه ال د دريو مياشتو يم خو هر چٻرته تالى شم‪ .‬ان تر هغه ځنگله‬
‫پورې يوازې ځم‪ .‬ته نه پوهٻږې چې ځنگل څومره ښکلﻰ دى‪ .‬ته به تر څوپورې د مور په بند کې اوسې او هغه به‬
‫درته لگيا وې چې دا مه کوه‪ ،‬هلته مه ځه‪ .‬وه ليونيه ازاد اوسه ازاد‪.‬‬
‫کوترى په چورت کې ډوب شو‪ .‬د ځنگله په فکر کې و چې هلته به څه شﻰ وي‪ .‬يو وار به يــې ځان سره ويل چې‬
‫راځه نن د ځنگله سيل وکړه‪ .‬بيا به يــې ويل )) نه مور مې راته ويلي دي چې لرې مه ځه (( د چوغکې خبره يــې په‬
‫غوږو کې انگازې وکړې چې ويل يــې )) ازاد اوسه ازاد(( خپلې مور ته يــې وکـتل‪ .‬هغه ال ويده وه‪.‬‬
‫اخر کې سوکه سوکه چې مور يــې راويښه نشي د ځنگله خوا ته روان شو‪ .‬ځان سره يــې وويل الړ به شم که څه‬
‫خبره وه نو بٻرته به راشم‪.‬‬
‫د چوغکې بچي له لرې هغه وليداو ځان يــې ورورساوه‪ .‬هغه پاس الوته او کوترى الندې روان و‪ .‬دکوچني‬
‫کوتري د پښو لپاره دا الره ډٻره اوږده وه‪ .‬هغه ژر ژر نه شو تالى‪ .‬د چوغکې بچﻰ به په هوا کې وړاندې الړ او بٻرته به‬
‫راوگرځٻد چې کوتري سره جوړه شي‪.‬‬
‫مازديگر دواړه ځنگله ته ورسٻدل‪ .‬ځنگل گڼ و‪ .‬ونې پکې ډٻرې وې‪ .‬هغوى همداسې وړاندې تلل‪ .‬کوچني‬
‫کوتري تر اوسه پورې دومره لوړې ونې نه وې ليدلې‪ .‬هغه پورته د ونو سر ته کـتل چې پاس په اسمان کې يــې يو‬
‫مارغه ولٻد‪ .‬د چوغکې بچي ته يــې وويل‪ :‬اې ! پورته وگوره‪ ،‬دا څه شﻰ دى څومره لوړ الوزي‪.‬‬
‫چوغکه چې پوره وکـتل چيغه يــې کړه‪ :‬هله‪ ،‬ځان پټ که چې ودې نه خوري‪ .‬دا خو باز دى باز‪.‬‬
‫دې سره د چوغکې بچﻰ د يوې ونې په سوړه کې ننوت‪ .‬کوتري دې خوا ها خوا منډې کړې خو داسې ځاى يــې‬
‫تر سترگو نه شو چې ځان پکې پټ کړي‪ .‬هغه وٻرٻدلﻰ و‪ ،‬زړه يــې ټکان کاوه‪ .‬د يوې ونې الندې کٻناست او خپل‬
‫سر يــې تر اوږو الندې پټ کړ‪.‬‬
‫څو شٻبې وروسته يــې کرار کرار‪ ،‬وٻرٻدلﻰ پورته وکـتل‪ .‬د باز په منگولو کې يو کوچنﻰ سوى ښکارٻده‪ .‬باز وار په وار‬
‫چا‬ ‫لرې کٻده او کله چې ډٻر لرې شو‪ ،‬کوتري د چوغکې پر بچي نارې وکړې‪ :‬ملگريه ! وه ملگريه چٻرته يــې؟‬
‫ځواب ورنکړ‪.‬‬
‫کوتري شاوخوا ته وکـتل‪ .‬چارچاپٻره ونې وې‪ .‬هغه چې هر څه وکـتل د خپلو پښو نښې يــې ونه موندلې‪ .‬پر‬
‫ځمکې باندې د ونو رژٻدلې پاڼې پرتې وې‪ .‬هغه نه پوهٻده چې له کوم لوري راغلﻰ و‪ .‬په ژړا يــې پيل وکړ‪ .‬واى مورې‪،‬‬
‫واى مورې چيغې يــې وهلې‪ .‬هم يــې ژړل او هم يــې هرې خوا ته منډې وهلې خو د وتلو الره يــې ونه مونده‪ .‬په ژړا يــې‬
‫ځان ستړى کړ‪.‬اخر يــې ځان سره وويل‪ :‬اوس خو راپٻښه ده بايد يوې خوا ته الړ شم کٻداى شي چې الره پيدا کړم‪.‬‬
‫هغه ښه شٻبه مزل وکړ‪ .‬بيا ښي الس ته وگرځٻد او همداسې روان شو‪.‬‬
‫ځمکې ته يــې کـتل او همداسې مخکې ته چې يو درون غږ يــې واورٻد‪ .‬پورته يــې وکـتل که گوري چې دوه پړانگان د‬
‫ده خوا ته روان دي‪ .‬يو يــې په غرمبهارو وويل‪ :‬هﻰ هﻰ څه تنکﻰ ښکار مو وموندڅومره خوندوره غوښه به يــې وي‪.‬‬
‫کوچنﻰ کوترى سخت وډار شو‪ ،‬په خوله کې يــې ناړې وچې شوې‪ ،‬په زارۍ يــې وويل‪ :‬کاکا خير دى ما مه‬
‫خوره‪ ،‬پرٻږده چې خپل کور ته الړ شم‪.‬‬
‫پړانگ وويل‪ :‬ستا قسمت ښه دى چې موږ اوس ماړه يو که نه خو د خبرو وار به مو هم نه درکاوه‪.‬‬
‫بل پړانگ وويل‪ :‬راځه چې ځان سره يــې بوزو‪ ،‬سبا به يــې وخورو‪.‬‬
‫بل يــې ارږمﻰ وايست او ويــې وويل‪ :‬څه يــې کوې دى خو هسې هم لرې نشي تالى سبا به يــې ونيسو‪.‬‬
‫هغوى پخپله مخه الړل‪.‬هوا وار په وار تياره کٻده‪ .‬د ونو له منځه رنگ رنگ اوازونه راتلل‪.‬د کوتري په زړه کې‬
‫وٻره زياتٻدله‪ .‬ځان سره يــې ويل کاشکې مې د مور خبره منلې واى‪ .‬د هغه نس وږى و‪ .‬پښو يــې سستي کوله خو دى‬
‫مجبور و چې مزل وکړي‪ .‬اوس نو هغه نه پوهٻده چې کومه خوا روان دى‪ .‬ټولې الرې يو شان وې‪.‬‬
‫کوتري تر هغو پورې الره ووهله چې هره خوا تپه تياره شوه‪ .‬هغه نا امٻده په يوه ځاى کې پرٻوت‪.‬يو وخت يــې‬
‫دوو سترگو ته پام شو چې په تياره کې لکه څراغ ځلٻدې‪ .‬اول وډار شو خو څو شيبې وروسته د رڼو سترگو خاوند‬
‫ورباندې غږ وکړ‪ :‬راځه مه ډارٻږه‪.‬کوتري ورو ورو د سترگو خوا ته وخوځٻده‪.‬‬
‫چې ښه ورنژدې شو په وٻريدلي غږ يــې وپوښتل‪ :‬اې ته څوک يــې؟ چوغکه خو به نه يــې؟‬
‫د رڼو سترگو واال ځواب ورکړ‪ :‬نه کوتريه‪ ،‬زه کونگ يم‪ .‬لکه چې الره درنه ورکه ده؟‬
‫کوتري وويل ‪ :‬ته ما ليداى شې؟‬
‫کونگ وويل‪ :‬هو زه په تياره کې هرڅه وينم‪.‬‬
‫کوتري وويل‪ :‬ما خو به نه خورې؟‬
‫کونگ وويل‪ :‬نه زه تا نه خورم‪ .‬زما خوراک مږې او موږکان دي‪.‬‬
‫کوترى خوشاله شو او ويــې ويل‪ :‬چې داسې ده نوته ما ته الره راوښيه چې له ځنگله ووځم‪ .‬بيا به زه خپلې مور ته‬
‫ووايم چې موږکان درته ونيسي‬
‫کونگ وويل‪ :‬زه به همداسې الره دروښييم خو اوس ال يو‪ ،‬نيم داړونکي ځناور په ځنگل کې گرځي‪ ،‬ته سياله وکړه‬
‫چې شپه له نيمې واوښته بيا به دې بوزم‪.‬‬
‫کوترى کرار څمالست‪ .‬نيمه شپه کونگ ورباندې غږ وکړ‪ :‬جگ شه چې بيا ناوخته کٻږي‪.‬‬
‫دواړه روان شول‪ .‬کونگ له يوې ونې الوته او پر بلې کٻناسته او کوترى د هغه له سترگو پوهٻده چې کومه خوا الړ‬
‫شي‪ .‬ټوله شپه يــې مزل وکړ‪ .‬سهار وختي له ځنگله ووتل‪ .‬کوتري له کونگ څخه مننه وکړه او د خپل کور خوا ته‬
‫رهي شو‪.‬‬
‫لمر راختلﻰ و چې کوترى کور ته ورسٻد‪ .‬که گوري چې د اسويلو او ژړا غږ راځي‪ .‬مور يــې وه چې په سرو سترگو يــې‬
‫ژړل‪ .‬کوتري په خوشالۍ سره نارې کړې‪ :‬مورې وه مورې!‬
‫مور يــې په منډو ځان ورورساوه‪ .‬هغه يــې په غٻږ کې ونيو او ويــې ويل‪:‬‬
‫شکر چې ته ژوندى يــې‪ .‬شکر چې باز ونه خوړې‪ .‬ته د باز له منگولو څنگه وتښتٻدې؟‬
‫کوتري وپوښتل ‪ :‬د باز له منگولو؟‬
‫مور يــې وويل‪ :‬هو‪ ،‬پرون چې زه ويښه شوم ته نه وې‪ ،‬له هرچا مې پوښتنه وکړه خو ته چا نه وې لٻدلﻰ‪ .‬اخر‬
‫د چوغکې بچي را ته وويل چې هغه خو مې د باز په منگولو کې وليد چې پورته يــې ووړ‪.‬‬
‫کوچني کوتري خپلې مور ته ټوله کيسه وکړه او ژمنه يــې وکړه چې نور به د مور خبرې مني‪.‬اوس چې هرچٻرته‬
‫کوتري والړ وي او چوغکه ورنژدې شي نو کوتري ورباندې ځغلي او ورته وايــي چې‪ :‬ځه دروغجنه‪،‬چې بيا مې غلط‬
‫نه کړې‪.‬‬

You might also like