You are on page 1of 2

‫په لمانځه کی اووه ډېرې تکرارېدونکې تیروتنی‬

‫(انځوريز)‬
‫عبادات‪ ,‬معارف اسالمي ‪ 4 /‬تبصره ها ‪on May 6, 2009 4:05 am in‬‬

‫زباړه ‪ :‬حبيب هللا زيار‬


‫په لمونځ کی اوه (‪ )۷‬عادی تیروتنی یا اشتباهات چی له مونږ څخه اکثره واقع کیږی‪.‬‬
‫الندی ذکر شوی اوه تیروتنی دی چی له مونږ څخه په لمونځ کی واقع کیږی‬
‫لمړۍ تیروتنه ‪ -‬د فاتحی د سورت تیز لوستل بی له دی چی د هر آیت له لوستلو څخه وروسته لږ دمه(توقف)‬
‫وکړو‪.‬‬

‫د پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم عادت مبارک وو چی د دی سورت د هر آیت څخه وروسته یو څه تم کیده (ابو‬
‫داود)‬

‫دویمه تیروتنه ‪ -‬د رکوع او سجدو په وخت کی د السونو (مړوندونو) له ځان سره نښلول یا ننویستل‪ ،‬او د سجدو‬
‫په وخت کی خیټه یا نس له ورنونو سره یو ځای کول‪.‬‬

‫پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم فرمایلی دی‪ :‬هیڅ یو له تاسو دی خپل ځان په خپلو څنګلو یا لیچو نه ډاډه کوی (په‬
‫سجدو کی) لکه د سپی په څیر‪ .‬په خپل ورغوی دی تکیه وکړی او څنګلی دی له خپل وجود نه لیری وساتی‪.‬‬
‫(صحیح مسلم)‪.‬‬
‫د پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم عادت مبارک وو چی خپل السونه به یی د تنی څخه په رکوع او سجدو کی لیری‬
‫ساتل تر دی چی د تخرګونو سپینوالی به یی ښکاریده (صحیح مسلم)‬

‫دریمه تیروتنه ‪ -‬په لمونځ کی پورته خواته کتل‪.‬‬

‫د لمونځ په وخت کی پورته خواته کتل کوالی شی چی په پاملرنه کی مو خلل منځته راولي‪ .‬مونږ دا سپارښتنه کوو‬
‫چي د لمونځ په وخت کی هغه ځای ته وکتل شی چی چیرته په سجده کی سر لګیږی‪ .‬پیغمبر اکرم صلی هللا علیه‬
‫وسلم امر کړی چی هغو کسانو ته چی په لمونځ کی پورته خواته ګوری ووایه چی دا کار بس کړی‪ ،‬ځکه کیدایشی‬
‫چی ددوی لید به بیرته ورته راونه ګرځی‪ .‬یعنی د سترګو لید به له السه ورکړي‪( .‬مسلم)‬

‫څلورمه تیروتنه – د سجدی په وخت یواځی د تندی څوکه په ځمکه لږول‪.‬‬

‫پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم فرمایلی‪ :‬ماته امر شوی چی په اوه(‪)۷‬هډوکو سجده وکړم په تندي او په پوزه‪ ،‬په‬
‫دوه السونو(تلی)‪ ،‬په دوه زنګنونو او په دوه پښو‪( .‬صحیح مسلم)‬
‫د پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم مبارکی وینا ته په کتلو سره الزمی ده چی خپل تندی او پوزه د سجدی پر وخت‬
‫پر زمکه کیږدو‪.‬‬

‫پنځمه تیروتنه – د لمونځ د رکنونو په بیړه ادا کول په ځانګړی ډول رکوع او سجدی په هوسا شکل نه کول‪.‬‬

‫پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم یو کس ولید چی رکوع یی پوره نکړه‪ ،‬او ډیری لنډی سجدی یی وکړي‪ ،‬هغه صلی‬
‫هللا علیه وسلم وفرمایل کچیری دا سړی پداسی حال کی مړ شی چی دارنګ لمونځ کوی‪ ،‬نو هغه به مړ شی پداسی‬
‫حال کی چی د محمد (صلی هللا علیه وسلم) ددین نه بغیر په بل دین وی‪.‬‬
‫ابو هریره رضی هللا عنه فرمایی‪ :‬زما زړه ته نږدی ملګری محمد صلی هللا علیه وسلم زه لدی نه منعه کولم چی‬
‫لمونځ پداسي ډول وکړم لکه د چرګ ټونګی وهل(یعنی د لمونځ په تیزۍ سره ادا کول)‪ ،‬د ګیدړی په څیر د سترګو‬
‫اړول راړول او د بیزوګانو په څیر کیناستل(لکه په ورنونو کیناستل) امام احمد او التیالیسی‪.‬‬

‫پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم فرمایلی‪ :‬تر ټولو بد غل هغه دی چی له خپل لمونځ څخه غال وکړی‪ ،‬خلکو پوښتنه‬
‫وکړه‪ ،‬ای د خدای رسول (صلی هللا علیه وسلم)! یو څوک څنګه له خپل لمونځ غال کوالی شي؟ هغه(صلی هللا علیه‬
‫وسلم) وفرمایل‪ :‬چی کله یی رکوع او سجده پوره (صحیح) ونکړي‪( .‬التبرانی او الحکیم)‪.‬‬
‫د رکوع پوره والی پدی ترتیب چی د رکوع په حال کی دومره ځنډ وکړی چی دری (‪)۳‬ځله پکی سبحن ربی‬
‫العظیم وویل شی البته په ورو‪ ،‬او دغه رازپه سجدو کی سبحن ربی االعلی دری ځله په ورو سره ویل‪ .‬هغه(صلی‬
‫هللا علیه وسلم)‪ :‬دا هم فرمایلی‪:‬هر هغه څوک چی د لمونځ رکوع او سجدی نه پوره کوی د هغه لمونځ باطل یا‬
‫بیکاره دی‪( .‬ابو داود او نور)‬

‫شپږمه تیروتنه ‪ -‬د لمونځ وروسته د چپ الس په ګوتو د تسبیحاتو شمارل‬

‫د پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم عادت مبارک وو چی له لمونځ وروسته تسبیح به یی د خپل ښی الس په ګوتو‬
‫ویلی‪ .‬ابن قدامه رضی هللا عنه فرمایلی‪ :‬پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم په خپل ښی الس د لمونځ وروسته‬
‫تسبیحات ویل‪(.‬ابو داود)‬
‫پورته حدیث په روښانه ډول دا ښایی چی پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم د تسبیحاتو د شمارلو لپاره یواځی له یو‬
‫الس څخه کار اخیست‪ .‬هیڅ مسلمان چی د سالمو دماغو درلودونکی وی به دا فکر ونکړی چی پیغمبر اکرم صلی‬
‫هللا علیه وسلم د تسبیحاتو شمارل په چپ الس کړیدی‪ .‬عایشه رضی هللا عنها وایی چی پیغمبر اکرم صلی هللا علیه‬
‫وسلم خپل چپ الس یواځی د استنجا او د حاجت د رفعی پر وخت د پاکی لپاره استعمالوه‪ .‬هغه(صلی هللا علیه‬
‫وسلم) هیڅکله هم د تسبیح شمارلو لپاره خپل چپ الس ندی استعمال کړی‪ .‬ياسیراه رضی هللا عنها څخه روایت‬
‫دی چی‪ :‬پیغمبر صلی هللا علیه وسلم ښځو ته امر کړی چی تسبیحات په ګوتو وشماری‪.‬‬

‫پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم فرمایلی‪ :‬هغوی (ګوتی) به خبری شروع کړی او پوښتنی به تری وشی(د قیامت‬
‫په ورځ)‪.‬ترمذی‪.‬‬
‫پورته ذکر شوی حدیث دا روښانه کوی چی تسبیحات ویل د ښی الس په ګوتو افضل او غوره دی‪.‬‬

‫اوومه تیروتنه – د لمونځ کونکی مخی ته تیریدل‪.‬‬

‫پیغمبر اکرم صلی هللا علیه وسلم خبرداری ورکړی چی‪:‬هغه څوک چی د لمونځ کونکی مخی ته تیریږی کچیری‬
‫ددی کار له پایلی خبر شی نو هغه به دا غوره وګڼی چی څلویښت(نوټ) انتظار وکړی تر دی چی د لمونځ کونکی‬
‫مخی ته تیر شی‪( .‬صحیح بخاری او مسلم)‬
‫نوټ‪ :‬د دود له مخی د څلویښتو نه مراد کیدایشی ورځی‪ ،‬میاشتي او یا هم کلونه وی‪ .‬هللا ښه پوهیږي‪.‬‬
‫په لمونځ کی اوه (‪ )۷‬عادی تیروتنی یا اشتباهات چی باید مخنیوی ورځینی وشی‪ .‬هیله ده چی خپل نږدی او ښاغلی‬
‫ملګری او خپلوان خبر کړۍ تر څو ذکر شوو خبرو ته جدی پاملرنه وکړی‪ .‬مهربانی وکړی ټول مسلمان امت په‬
‫خپلو دعاوو کی په ياد ولرۍ‬

You might also like