Professional Documents
Culture Documents
دجنازې لمونځ
دجنازې لمونځ
دلمانځه نيت
كله چې مسلمان مړ شو نو اوس به يې دجنازې دلمانځه داداكولو لپاره جنازه ګاه ته يوسئ .دجنازې دلمانځه مسنونه طريقه
داده چې مړى به مخكې كيږدئ او امام به دهغه دسينې په برابر ودريږي اوامام او خلك به دجنازې دلمانځه دادا كولو نيت
:وكړي چې په اظهرقول په پښتو ژبه يې توري دادي
نيت مي كړى لمونځ كوم دجنازې خاص خدای جل جالله ته دعا كوم دې حاضر مړي ته ( اقتدا مې كړې
په دې حاضر امام پسې) مخ مې كړى كعبې شريفي ته
امام به داتوري نه وايي چي (اقتدا مې كړې په دې حاضر امام پسې ) .او په عربي ژبه يې دنيت لپاره داتوري غوره (
:ګرځول شوي
" نويُت ان اصلي صالة الجنازة لللِه تعالى داعيا للميت (اقتديت بهذااالمام )متوجها الى الكعبة الشريفة "
.دلته به امام د(اقتديت بهذااالمام ) توري نه وايي
:كله چې مقتدي نيت وكړ نو په سمدستي ډول به (هللا اكبر) ووايي او له تكبيره وروسته به دادعا پيل كړي
" ُس بحانَك اللُهَم َو ِبَح مِد َك َو َتباَر َك اسُم َك َو َتعالى ِج ُد َك َو َج َل ثناُء َك َو الِالَه َغ يُر َك "
كله چي يې دا دعا وويله نو بيا به (هللا اكبر) ووايي او له همدې دوهمه تكبيره وروسته به دا درود ووايي
اللهم صل على محمد وعلى آل محمد كما صليت وباركت ورحمت وترحمت على ابراهيم وعلى آل "
" ابراهيم انك حميد مجيد
)دلته عام درود هم ويالي شي يعني(
" اللهم صل على محمد وعلى آل محمد كما صليت على ابراهيم وعلى آل ابراهيم انك حميد مجيد "
كله چې يې درود شريف ووايه نو دريم تكبير(هللا اكبر) به ووايي او كه مړى بالغ وو ،كه نر وو كه ښځه نو دادعا به ووايي
اللُهَم اغفر ِلحيناَ ,و َم يِتناَ ,و شاِهِد ناَ,و غاِئِبناَ,و َص غيِرناَ,و َك بيِرناَ,و َذ َك ِرنا َوِانثانا َاللُهَم َم ن احييَته ِم نا َفاحيه "
" على ِاالسالِم َو َم ن َتَو َفيته ِم نا فتوفه َعلى ِااليمان
بيا به دڅلورم ځل لپاره (هللا اكبر) ووايي او له څلورم تكبير وروسته به سمدستي يوې او بلې خواته سالم وګرځوي او
.هرلورې ته په مخ ګرځولو سره به " السالم عليكم ورحمة هللا " وايي
بېرته شاته