You are on page 1of 16

‫)‬

‫انسان چې په دنیا او آخرت کې له کومو بد بختیو سره الس او ګرېوان کیږي لویه وجه یې د انسان خپل ګناهونه دي ‪ .‬که انسان له‬
‫ګناهونو ځان خالص کړي هم به په دنیا کې د اطمنان او سکون خاوند وي او هم به یې تر مرګ وروسته نېکمرغي په برخه وي کله‬
‫چې انسان د خپلو ګناهونو بښنه له هللا تعالی وغواړي نو چې خوښه یې شي هللا تعالی نه یوازې دا چې بنده ته هغه ګناه بښي بلکه له بنده‬
‫‪ .‬څخه پدې کار رضا کیږي هم‬

‫د رمضان المبارک مبارکه میاشت ده هره دعاء پکې قبول ته نېږدې وي ټوله میاشت له برکت نه ډکه ده په خاصه توګه د روژه ماتي‬
‫او د پیشمني وخت خو د دعاء او استغفار لپاره سره زر دی په یو څو برخو کې د خپلو لوستونکو سره د استغفار په فضیلت ‪ ،‬طریقه ‪،‬‬
‫فایدو باندې خبرې کوم پدې هېله چې هللا تعالی د زما او ټولو لوستونکو او ټولو مسلمانانو ګناهونه د همدې میاشتې له ختم نه وړاندې‬
‫‪ .‬ختمې کړي‬

‫استغفار‬

‫استغفار عربي ټکى دى معنى يې ده مغفرت غوښتل ‪ .‬د هللا تعالی نه د خپلو ګناهونو بښنې غوښتلو ته استغفار ویل کیږي ‪ .‬او مغفرت‬
‫پټولو ته ویل کیږي او په مغفرت سره هم د بنده ګناهونه پټيږي ‪ .‬هللا تعالی يې پټوي او د بنده له کتاب نه يې لرې کوي او ترې پاکوي‬
‫يې ‪ .‬انسان هر وخت په شپه او ورځ کې ګناهونه کوي که دا ټولې په انسان پسې جمع شي نو د انسان د هالکت سبب کيږي نو ددې امله‬
‫يوه د نجات الره هللا تعالی مونږ ته را لېږلې ده چې هغه استغفار او د خپلو ګناهونو بښنه غوښتل دي ‪ .‬اسانه کار دی او زیاتې فایدې‬
‫لري په استغفار سره‬

‫انسان پاکيږي ‪ ،‬ګناهونه ورباندې ختميږي ‪ ،‬درجې ورسره پورته کيږي ‪ ،‬نيکي ورسره زياتيږي ‪ ،‬هغه څوک چې استغفار ډېر وايي‬
‫اوالد يې نېک وي ‪ ،‬مال يې حالل وي ‪ ،‬په زړه کې به يې اطمنان وي ‪ ،‬په زړه کې به يې سکون وي ‪ ،‬په بدن کې به يې روغتيا وي له‬
‫بيماريو نه به خالص وي د استغفار لپاره دا فايدې له هغو آيتونو څخه را معلوميږي چې د استغفار په اړه راغلي دي د مثال په توګه هللا‬
‫‪ :‬تعالی فرمايي‬

‫ترجمه ‪ :‬او (پس له توحيده امر کوم) چې مغفرت وغواړئ له ربه خپله ( د تېرو ګناهونو) بيا رجوع وکړئ هللا تعالی ته (په طاعت سره‬
‫له ګناه نه) چې فايده در رسوي تاسې ته په نفع غوره سره تر هغې نيټې ټاکلې (مقرر کړل) شوې پورې او وربه کړي (هللا تعالی) هر‬
‫خاوند د فضل ته فضل د هغه او که وګرځېدئ تاسې (اې کفارو له اسالمه) نو بېشکه زه وېرېږم پر تاسې له عذابه د ورځې لوئې نه (د‬
‫قيامت) ‪( .‬سورة هود آیة ‪)۳‬‬

‫‪ :‬په بل ځاى کې هللا تعالی فرمايي‬


‫ترجمه ‪ :‬او اې قومه زما مغفرت وغواړئ (له شرکه) له رب خپل بيا رجوع وکړئ پر طرف د دغه (هللا تعالی په طاعت سره) چې وبه‬
‫ليږي (هللا تعالی له جانبه د) آسمان پر تاسې (باران) اورېدونکى (په شيبو شيبو) او درزيات به کړي هللا تعالی تاسې ته قوت پر قوت‬
‫ستاسې او مخ مه ګرځوئ تاسې (له ايمانه او توبې) حال دا چې ګنهګاران اوسېږئ ‪( .‬سورة هود آیة ‪) ۵۲‬‬

‫‪ :‬په بل ځاى کې هللا تعالی فرمايي‬

‫ترجمه ‪ :‬او نه دى هللا تعالی چې په عذاب کړي دوى حال دا چې ته (اې رسوله) په دوى کې ئې ! او (بل دا چې) نه دى هللا تعالی‬
‫عذابوونکى د دوى حال دا چې دوى مغفرت غواړي ‪( .‬سورة االنفال آیة ‪)۳۳‬‬

‫‪ :‬په بل ځاى کې هللا تعالی د نوح علیه السالم واقعه نقل کوي چې هغه فرمايل‬

‫ترجمه ‪ :‬نو مې وويل دوى ته بښنه وغواړئ له ربه خپله (له شرکه) بېشکه هغه (هللا تعالی) دى ډېر بښونکى (توبه کوونکيو لره هر کله‬
‫چې توبه وباسي) را وبه ليږي باران پر تاسې باندې ډېر اورېدونکى او در ډېروي کومک به کوي له تاسې سره په مالونو او زامنو سره‬
‫او وبه ګرځوي تاسې ته باغونه او وبه ګرځوي تاسې ته ويالې ‪( .‬سورة نوح ایة ‪)۱۲‬‬

‫‪ :‬او هللا تعالی په استغفار باندې په متعددو ځايونو کې امر کړى دى هللا تعالی فرمايي‬

‫ترجمه ‪ :‬او مغفرت وغواړه له هللا تعالی ‪ ،‬بېشکه چې هللا تعالی دى ښه مغفرت کوونکى (د خطياتو) ډېر رحم واال دى (په انعام د اجر‬
‫او ثواب سره) ‪( .‬سورة النساء آیة ‪)۱۰۶‬‬

‫داسې ټول قرآن کریم د استغفار په فضائلو ډک دی همدارنګه د رسول هللا صلی هللا علیه وسلم په احادیثو کې ډېر زیات احادیث دي چې‬
‫‪ .‬مونږ دېته هڅوي چې له هللا تعالی نه د خپلو ګناهونو بښنه وغواړو‬

‫حضرت انس بن مالک رضی هللا عنه څخه روايت دى هغه فرمايي ما له رسول هللا صلی هللا علیه وسلم څخه واورېدل چې هغه فرمايل‬
‫‪ :‬هللا تعالی فرمايي‬

‫ترجمه ‪ :‬اې بنې آدمه ته چې زما نه څو پورې دعاء غواړې او ماته تمه کوې نو زه تاته بښنه کوم او پدې زما څه پروا نشته ‪ ،‬اې بني (‬
‫آدمه که ستا ګناهونه د اسمان تر څنډو (وریځې ‪ ،‬یا تر منتها د نظر) پورې ورسیږي (ډېر زیات شي) او بیا ته زما نه بښنه وغواړې نو‬
‫زه درته بښنه کوم ‪ ،‬ای بنې آدمه که ته ماته لکه دا ټوله دنیا چې ډکه شي دومره ګناهونه راوړې خو بیا لما سره پداسې حالت کې مخامخ‬
‫)سنن الترمذي( ‪ ).‬شې چې تا لما سره شریک نه وي منلی نو زه به درته لکه دا ټوله دنیا ډکه دومره بښنه درکړم‬
‫‪ :‬په بل حديث کې رسول هللا صلی هللا علیه وسلم فرمايي ‪ :‬چا چې درى ځله وويل‬

‫أستغفر هللا الذي ال إله إال هو الحي القيوم و أتوب إليه‬

‫‪ .‬نو دده ګناهونه به ورته وبښل شي اګر که دى له جهاد نه تېښته کوونکى هم وي‬

‫‪ :‬په بل حديث کې رسول هللا صلی هللا علیه وسلم فرمايي‬

‫‪.‬يا أيها الناس استغفروا ربكم وتوبوا إليه فإني أستغفر هللا وأتوب إليه في كل يوم مئة مرة أو أكثر من مئة مرة‬

‫ترجمه ‪ :‬اې خلکو له خپل رب نه مو بښنه وغواړي او هغه ته توبه وباسئ بېشکه زه د هللا تعالی نه بښنه غواړم او هغه ته توبه وباسم په‬
‫‪ .‬ورځ کې سل ځله او يا له سلو نه هم زيات‬

‫ار‪َ ،‬وَأنَا َأ ْغفِ ُر ال ُّذنُ َ‬


‫وب َج ِميعًا‪،‬‬ ‫رسول هللا صلی هللا علیه وسلم فرمايي چې هللا تعالی فرمايي ‪ :‬يَا ِعبَا ِدي‪ِ ،‬إنَّ ُك ْم تُ ْخ ِطُئونَ بِاللَّ ْي ِل َوالنَّهَ ِ‬
‫فَا ْستَ ْغفِرُونِي َأ ْغفِرْ لَ ُك ْم ‪( .‬رواه مسلم )‬

‫ترجمه ‪ :‬اې زما بندګانو بېشکه تاسې په ورځ او شپه کې خطاء ګانې کوئ او زه ټول ګناهونه بښم نو زما نه بښنه وغواړئ زه به درته‬
‫‪ .‬بښنه وکوم‬

‫قاري حکيم هللا صابري‬

‫یو ځل امام احمد بن حنبل رحمه هللا په سفر ووت ‪ ،‬په الر کې یو مسجد ته د شپې تېرولو لپاره ورغی ‪ ،‬خو د مسجد د ساتونکي له‬
‫لوري پرې نه ښودل شو چې په مسجد• کې شپه تېره کړي‪ ،‬امام احمد بن حنبل رحمه هللا ډیر کوښښ وکړ چې د مسجد ساتونکي راضي‬
‫‪.‬کړي تر څو ده ته د شپې اجازه ورکړي خو هغه نه منله‬
‫اخیر امام احمد بن حنبل رحمه هللا د مسجد په دروازه کې بستره وغوړوله او ویده شو‪ ،‬د مسجد ساتونکي چې کله د مسجد امام ولیده‬
‫راغی د امام احمد صاحب په کشولو یې شروع وکړه تر څو د مسجد له دروازي څخه یې لیرې کړي په همدې حالت کې د یو ډوډۍ‬
‫‪.‬پخوونکي سترگې پرې ولگېدې چې د مسجد ساتونکی یې په کشولو د مسجد له دروازی څخه شړي‬

‫داچي امام احمد بن حنبل رحمه هللا له شکل څخه هم د قدر او عزت سړی ښکاریده‪ ،‬نو ډوډۍ پخونکي راغۍ او په خپل کور کې یې د‬
‫شپې تیرولو وړاندیز ورته وکړ او امام احمد رحمه هللا ورسره کور ته الړ‪ ،‬په کور کې یې د امام احمد رحمه هللا ډیر اکرام او قدر وکړ‪،‬‬
‫ډوډۍ پخوونکي اوړه لمدول او استغفار یې په ژبه جاري وه‪ ،‬یوه لحظه یې هم پرته له استغفار څخه نه تېروله‪ ،‬او امام احمد رحمه هللا‬
‫‪.‬ورته متوجه وه‬

‫چې سهار شو نو امام احمد رحمه هللا له ډوډۍ پخوونکي څخه‪ ،‬د هغه په کثرت سره د استغفار په هکله وپوښتل‪ ،‬نوموړي وویل ‪ :‬چې‬
‫استغفار یې خپل عادت گرځولی او هیڅکله یې استغفار نه دی پرې ایښی ‪ ،‬که څه هم امام احمد رحمه هللا د استغفار په گټو پوهیده او‬
‫فضایل یې ورته معلوم وه خو له هغه څخه یې وپوښتل چې آیا د استغفار فایده او گټه دې لیدلې که نه ؟ ډوډۍ پخوونکي وویل‪ :‬هو‪ ،‬په هللا‬
‫‪.‬جل جالله مې دې قسم وي چې هره دعاء مې کړې هللا تعالی قبوله کړې ده‪ ،‬پرته له یوې دعاء څخه‬

‫امام احمد بن حنبل رحمه هللا له ډوډۍ پخوونکي وپوښتل چې هغه کومه دعاء ده چې تر اوسه قبوله شوې نه ده؟ ه ډدډۍ پخوونکي وویل‪:‬‬
‫‪.‬دا چې امام احمد بن حنبل رحمه هللا ووینم‬

‫امام احمد رحمه هللا ورته وویل‪ :‬زه احمد بن حنبل یم‪ ،‬په هللا جل جالله مې دې سوگند وي چې زه ستا لپاره په ځمکه راښکودل شوم تر‬
‫‪.‬څو هللا تعالی ستا دا آرزو هم پوره کړي‬

‫ځل امام احمد بن حنبل رحمه هللا په سفر ووت‪ .‬په الر کې یو مسجد ته د شپې تېرولو لپاره ورغی‪ .‬خو د مسجد د ساتونکي له لوري‬
‫پرې نه ښودل شو چې په مسجد کې شپه تېره کړي‪ ،‬امام احمد بن حنبل ډیر کوښښ وکړ چې د مسجد ساتونکي راضي کړي ترڅو ده ته‬
‫د شپې اجازه ورکړي خو هغه نه منله‪ .‬اخیر امام احمد بن حنبل د مسجد په دروازه کې بستره وغوړوله او ویده شو‪ ،‬د مسجد ساتونکي‬
‫چې امام ولیده راغی او د هغه په کشولو یې شروع وکړه ترڅو د مسجد له څنگ څخه یې لیرې کړي‪ .‬په همدې حالت کې د یو ډوډۍ‬
‫‪.‬پخوونکي سترگې پرې ولگېدې چې د مسجد ساتونکی یې په کشولو د مسجد له څنگ څخه شړي‬

‫ډوډۍ پخوونکي امام احمد بن حنبل‪ ،‬چې له شکل څخه هم د قدر او عزت سړی ښکاریده‪ ،‬ته په خپل کور کې د شپې تیرولو وړاندیز‬
‫وکړ او امام رحمه هللا ورسره کور ته الړ‪ ،‬په کور کې یې د امام احمد بن حنبل ډیر اکرام او قدر وکړ‪ ،‬ډوډۍ پخوونکي اوړه لمدول او‬
‫‪.‬استغفار یې په ژبه جاري وه‪ ،‬یوه لحظه یې هم پرته له استغفار څخه نه تېروله‪ ،‬او امام رحمه هللا ورته متوجه وه‬

‫چې سهار شو نو امام احمدبن حنبل له ډوډۍ پخوونکي څخه‪ ،‬دهغه په کثرت سره د استغفار په هکله وپوښتل‪ ،‬نوموړي وویل چې‬
‫استغفار یې خپل عادت گرځولی او هیڅکله یې استغفار نه دی پرې ایښی‪ .‬که څه هم امام احمد بن حنبل د استغفار په گټو پوهیده او‬
‫فضایل یې ورته معلوم وه خو له هغه څخه یې وپوښتل چې آیا د استغفار فایده او گټه دې لیدلې که نه؟ ډوډۍ پخوونکي وویل‪ :‬هو‪ ،‬په هللا‬
‫‪.‬جل جالله مې دې سوگند وي چې هره دعا مې کړې هللا تعالی قبوله کړې ده‪ ،‬پرته له یوې دعا څخه‬
‫امام احمد بن حنبل له ډوډۍ پخوونکي وپوښتل چې هغه کومه دعا ده چې تراوسه قبوله شوې نه ده؟‪ ،‬هغه وویل‪ :‬دا چې امام احمد بن‬
‫‪.‬حنبل ووینم‬

‫امام احمد وویل‪ :‬زه احمد بن حنبل یم‪ ،‬په هللا جل جالله مې دې سوگند وي چې زه ستا لپاره په ځمکه راښکودل شوم ترڅو هللا تعالی ستا‬
‫‪.‬دا آرزو هم پوره کړي‬

‫توبه د سعادت• او نېکمرغۍ الره ده‬

‫‪No Comments‬برگزيده هاي کنوني‪ ,‬تزکيه ‪on: June 26, 2018In:‬اصالح انالين ‪Posted By:‬‬

‫‪Print Email‬‬

‫مولوي امین هللا ازره وال‬

‫‪:‬پيليزه‬

‫هيڅوک داسې نشو موندالی چې ګناه ونکړي‪ ،‬له هر انسان نه ارومرو خطا کيږي‪ ،‬یا د هللا په حق کې يا د امت ‪ ،‬ټولنې ‪ ،‬ځان او‬
‫‪.‬ياکورنۍ په حق کې ‪ ،‬يوازې پيغمبران او پرښتې دي چې ګناه ور څخه سر نه وهي‬

‫کله چې خبره دا ډول شوه نو څه کول پکار دي؟ په دې هکله رسول هللا صلی هللا عليه وسلم فرمايي‪ :‬كل بني آدم خطاء‪ ،‬وخير الخطائين‬
‫‪.‬التوابون” د آدم عليه السالم اوالده ټول خطاوې کوي؛ خو غوره خطا کاران هغه دي چې تل له ګناهونو څخه توبه کوي‬

‫له حسن بصری رحمه هللا څخه روايت دي فرمايي‪ :‬کله چې هللا تعالی د آدم عليه السالم توبه قبوله کړه‪ ،‬نو پرښتو ورته مبارکي ورکړه‬
‫او جبرائيل او مکائيل عليهما السالم ورته وويل ستا سترګې خو هللا تعالی په توبه باندې يخې کړې‪ ،‬آدم عليه السالم په ځواب کې ورته‬
‫وويل‪ :‬ای جبرئيله! له دغې توبې وروسته به زما مقام څه وي؟‬

‫هللا تعالی وحې ورته را نازله کړه او ورته يې وويل‪ :‬تا خپلې اوالدې ته ستړتيا او لوږه په ميراث پرېښودله او ما ورته توبه په ميراث‬
‫پرېښوده‪ ،‬که له ما څخه چا غوښتنه وکړه نو زه ورته لبیک وايم او غوښتنه يې پوره کوم لکه څرنګه مې چې تاته لبيک ووايه او توبه‬
‫مې درته قبوله کړه او که څوک له ما څخه بښنه وغواړي؛ نو زه ورباندې بخل نه کوم ځکه چې زه ورته نږدې يم او دعاء قبلوونکی يم‪،‬‬
‫ای آدمه! زه به توبه کوونکي په داسې حالت کې له قبرونو څخه راپورته کړم چې زيري قبلوونکي او د خندا خندا په حالت کې به وي او‬
‫‪.‬غوښتنې به يې منل کېږي‬

‫امام غزالي صيب په احياء علوم الدين کې رانقل کړی دی‪ :‬حضـرت قتاده رضي هللا عنه فرمايي‪ :‬قرآن کريم ستاسې مرضونه او دواء‬
‫دواړه در په ګوته کوي‪ ،‬مرضونه ستاسې ګناهونه دي او دوا او درمل مو له هللا تعالی څخه بښنه غوښتل دي‪ .‬نو له دې کبله توبه د‬
‫‪.‬سالکينو لپاره لومړی مقام او د نېکبختۍ غوره الره ده‬
‫اسالمي آداب په ترتيب سره عملي بڼه غوره کوي ترڅو چې لومړنی ادب نه وي پرځای شوی بل منزل ته ور پورته کيدل سم نه دي‪ ،‬د‬
‫علم سلوک له نظره که څوک توبه پرځای نه کړي په هغه کې انابت نه رامنځته کېږي‪ ،‬که په چا کې قناعت را منځته نه شي په هغه کې‬
‫د توکل صفت نه را منځته کېږي؛ نو له دې کبله وايو چې توبه د سالک لپاره لومړی مقام دی او ددې لپاره به رياضت کوي‪ .‬کله چې‬
‫‪ .‬توبه پکې محققه شوه‪ ،‬له دې وروسته به بل مقام ته پورته کېږي لکه مجاهده او داسې نور مراتب او مقامات‬

‫‪:‬د توبې تعريف‬

‫‪.‬په عربي ژبه کې توبه رجوع او راګرځيدلو ته وايي او په اصطالح کې‪ :‬له ګناه څخه را ګرزيدلو ته توبه ويل کېږي‬

‫د دغه تعریف پر بنسټ کله چې انسان ګناه وکړي او یا خطا ترې صادره شي او بيا پر هغې پښيمانه شي ‪ ،‬او خپل رب ته وروګرځي ‪،‬‬
‫‪.‬نو دېته توبه وايي‬

‫‪:‬د توبې اصول‬

‫‪:‬لکه د نورو طاعاتو په څېر توبه هم اصول او بنسټونه لري چې په الندې ډول دي‬

‫‪.‬لومړی‪ :‬په خپله ګناه به ندامت او پښېمانتيا څرګندوي‬

‫‪.‬دوهم‪ :‬په کومه ګناه چې اخته وي‪ ،‬هغه به پريږدي‬

‫‪.‬درېيم‪ :‬دا چې په راتلونکي کې به کلک عزم او هوډ کوي چې بيا به ګناه ته نه ورګرځم‬

‫‪.‬څلورم‪ :‬که د بنده حق يې تلف کړی وي هغه به ورته سپاري او يا بښنه به ورڅخه غواړي‬

‫‪:‬توبه کې ځنډ نه دی په کار‬

‫‪:‬پرته له کوم ځنډ او درنګ څخه له ګناه نه توبه ويستل د هرمسلمان اهمه فريضه ده‪ ،‬چې په اړوند يې هللا متعال فرمايي‬

‫َوتُوبُوا ِإلَى هَّللا ِ َج ِميعًا َأيُّهَا ْال ُمْؤ ِمنونَ لَ َعلَّ ُك ْم تُ ْفلِحُونَ (سورة النور ‪()۳۱‬‬

‫‪.‬ای مؤمنانو‪ ،‬ټول له ګناهونو څخه د هللا تعالی پر لور رجوع وکړئ‪ ،‬ددې لپاره چې کاميابي ترالسه کړئ‬

‫‪.‬لقمان حکيم خپل زوی ته نصيحت کوي او ورته وايي‪ :‬په توبه کې وروسته والی او ځنډ مه کوه ځکه چې مرګی ناڅاپه راځي‬

‫لنډه داچې توبه ځکه اړينه ده چې بنده له سهوې او تقصير څخه خالي نه وي په هر وخت او حالت کې توبه کول پر مؤمن مسلمان باندې‬
‫په فوري ډول فرض ده‪ ،‬ځکه چې معلومه نه ده چې مرګ کله راځي؟‬
‫ت تَجْ ِري‬ ‫په بل ځای کې هللا تعالی فرمايي‪﴿ :‬يَا َأيُّهَا الَّ ِذينَ آ َمنُوا تُوبُوا ِإلَى هَّللا ِ تَوْ بَةً نَصُوحًا َع َسى َربُّ ُك ْم َأ ْن يُ َكفِّ َر َع ْن ُك ْم َسيَِّئاتِ ُك ْم َويُ ْد ِخلَ ُك ْم َجنَّا ٍ‬
‫َ‬
‫ك َعلى‬ ‫ي َوالَّ ِذينَ آ َمنُوا َم َعهُ نُو ُرهُ ْم يَ ْس َعى بَ ْينَ َأ ْي ِدي ِه ْم َوبَِأ ْي َمانِ ِه ْم يَقُولُونَ َربَّنَا َأ ْت ِم ْم لَنَا نُو َرنَا َوا ْغفِرْ لَنَا ِإن َ‬
‫َّ‬ ‫ِم ْن تَحْ تِهَا اَأل ْنهَا ُر يَوْ َم ال ي ُْخ ِزي هَّللا ُ النَّبِ َّ‬
‫َي ٍء قَ ِدي ٌر (سورة التحريم ‪)۸‬‬ ‫ُك ِّل ش ْ‬

‫ژباړه‪ :‬ای مؤمنانو! هللا تعالی ته خالصه توبه وباسئ‪ ،‬نږدې ده چې هللا تعالی ستاسې ګناهونه ورژوي او تاسې داخل کړي هغه ډول‬
‫جنتونو ته چې الندې له باغونو او ماڼیو څخه به يې ‪-‬څلور قسمه• ‪-‬ويالې روانې وي‪ ،‬په هغه ورځ به هللا تعالی خپل نبي او هغه کسان چې‬
‫له ده سره يې ايمان راوړی دی رسوا او شرمنده نه کړي‪ ،‬د دوی د ايمان رڼا به د دوی په مخکې او ښي لوري ته روانه وي او داسې به‬
‫‪.‬وايي ای زمونږه ربه! زمونږ د ايمان رڼا را پوره کړه او مونږ ته بښنه وکړه بېشکه چې ته پر هر شي باندې قادر يې‬

‫‪:‬د توبې مراتب‬

‫دشريعت علماوو هللا تعالی ته د رجوع لپاره ځانګړي مراتب او اصطالحات ذکر کړي دي ‪ ،‬دغه اصطالحات ټول د رجوع او‬
‫‪:‬راګرځيدنې په معنا دي خو انګيزه او اسباب يې سره توپير لري ‪ ،‬چې الندې به يې يادونه وکړم‬

‫‪.‬اوله درجه‪ :‬که څوک د عذاب له وېرې له ګناه څخه را ستون شي؛ نو دېته توبه ويل کېږي‬

‫‪.‬دوهمه درجه‪ :‬که څوک د ثواب په تمه له ګناه څخه راستون شو؛نو دېته انابت ويل کېږي‬

‫‪.‬درېيمه درجه‪ :‬او که څوک د دې په خاطر چې د هللا تعالی حکم پرځای کړي او له ګناه څخه راستون شي‪ ،‬دېته اوابيت ويل کېږي‬

‫ب) (سورة ق ‪)۳۳‬او اوابيت د انبياوو صفت دی‬ ‫(و َجا َء بِقَ ْل ٍ‬
‫ب ُمنِي ٍ‬ ‫انابت د اولياي کرامو او مقربينو مقام دی په قرآن کريم کې راغلي دي‪َ :‬‬
‫‪.‬او لومړنۍ درجه د عامو مسلمانانو مقام او صفت دی‬

‫!دا دروازه نه بندېږي‬

‫﴿وهُ َو الَّ ِذي يَ ْقبَ ُل التَّوْ بَةَ ع َْن ِعبَا ِد ِه﴾ (الشورى‪ :‬من اآلية ‪ ۲۵‬ژباړه‪ :‬او هللا تعالی هغه‬
‫هللا تعالی د توبې د قبلېدو په اړه داسي وعده کوي‪َ :‬‬
‫‪.‬ذات دی چې د خپلو بندګانو ګناهونه بښي‬

‫او په بل ځای کې هللا تعالی خپلو بند ګانو ته داسي اعالن کوي‪﴿ :‬قل يا ِعبَا ِدي الَّ ِذينَ َأ ْس َرفُوا َعلَى َأ ْنفُ ِس ِه ْم ال تَ ْقنَطُوا ِم ْن َرحْ َم ِة هَّللا ِ ِإ َّن هَّللا َ‬
‫وب َج ِميعًا ِإنَّهُ ه َُو ْال َغفُو ُر ال َّر ِحي ُم ﴾ (الزمر‪۵۳/‬‬ ‫يَ ْغفِ ُر ُّ‬
‫الذنُ َ‬

‫ژباړه‪ :‬ورته ووايه ! چې ای زما هغو بندګانو چې تاسو پرخپلو نفسونو زياتی کړی‪ ،‬د هللا تعالی له رحمت څخه مه ناهيلي کېږئ‪،‬‬
‫‪.‬بېشکه هللا تعالی ټول ګناهونه بښي‪ ،‬بېشکه چې هغه بښونکی او مهربان دی‬
‫له دې تل پاتې وعدې څخه څرګنده شوه چې د توبې دروازه خالصه ده او د ځمکې پر مخ د هر انسان لپاره پرانيستې ده تر څو چې د‬
‫‪.‬انسان ساه له ستوني نه وي پورته شوي‬

‫‪:‬د توبې ګټې او فوائد‬

‫‪:‬لومړۍ ګټه‪ :‬توبه په تمامه معنا د خير المل دی‬

‫په دې هکله هللا تعالی په سورت نوح کې فرمايي‪﴿ :‬فَقُ ْل ُ‬


‫ت ا ْستَ ْغفِرُوا َربَّ ُك ْم ِإنَّهُ َكانَ َغفَّارًا (‪ )۱۰‬يُرْ ِسلْ ال َّس َما َء َعلَ ْي ُك ْم ِم ْد َرارًا (‪َ )۱۱‬ويُ ْم ِد ْد ُك ْم‬
‫ْ‬ ‫َأ‬ ‫ُ‬
‫ت َويَجْ َعلْ لَك ْم نهَارًا (‪(﴾)۱۲‬نوح)‬ ‫َّ‬ ‫ُ‬
‫ال َوبَنِينَ َويَجْ َعلْ لَك ْم َجنا ٍ‬ ‫َأ‬
‫بِ ْم َو ٍ‬

‫ژباړه‪ :‬نوح عليه السالم د شکوې په بڼه هللا تعالی ته وايي‪ :‬ما خپل قوم ته وويل له خپل رب څخه بښنه وغواړئ‪ ،‬بې شکه چې هغه‬
‫بښوونکی ذات دی‪ ،‬بل دا چې هللا تعالی پرتاسې پرله پسې د خير بارانونه راووروي او تاسې سره به د اوالدونو او مالونو په وسيله‬
‫‪.‬مرسته وکړي او تاسې ته به باغونه درکړي‪ ،‬د اوبو نهرونه به درته په ځمکه کې روان کړي‬

‫‪:‬دوهمه ګټه‪ :‬په توبه کولو باندې هللا تعالی خپل بند ګان غښتلي او ځواکمن کوي‬

‫کوي‪﴿:‬ويَا قَوْ ِم ا ْستَ ْغفِرُوا َربَّ ُك ْم ثُ َّم تُوبُوا ِإلَ ْي ِه يُرْ ِسلْ ال َّس َما َء َعلَ ْي ُك ْم ِم ْد َرارًا َويَ ِز ْد ُك ْم قُ َّوةً ِإلَى قُ َّوتِ ُك ْم َوال‬
‫َ‬ ‫په دې هکله هللا متعال داسي مهرباني‬
‫تَت ََولَّوْ ا ُمجْ ِر ِمينَ (‪( ﴾)۵۲‬هود)‬

‫ژباړه‪ :‬هود عليه السالم فرمايي‪ :‬ای زما قومه! له خپل رب څخه طلب د بښنې وکړئ بيا هغه ته رجوع وکړئ؛ نو هللا تعالی به پرتاسې‬
‫پرله پسې بارانونه راووروي او ستاسې له ځواک سره به نور ځواک هم يو ځای کړي‪ .‬حاصل دا چې په توبې کولو سره قومونه د دښمن‬
‫‪.‬په مقابل کې ځواکمن کېږي‬

‫‪.‬درېيمه ګټه‪ :‬توبه د سعادت• او نېکمرغۍ له الرو څخه يوه مهمه الره ده‬

‫‪.‬څلورمه ګټه‪ :‬توبه انسان د هللا تعالی له رضا سره نښلوي‬

‫‪.‬پنځمه ګټه‪ :‬توبه په بنده کې طاعت او عبوديت را منځته کوي‬

‫‪.‬شپږمه ګټه‪ :‬په توبه کولو سره بنده خپله خطاء او غلطي مني؛ نو په توبې سره شخص له غلط مسير څخه د سم مسير پر لور راستنيږي‬

‫‪:‬دتوبې کيفيت او طريقه‬

‫له علي کرم هللا وجهه څخه روايت دی‪ :‬هغه فرمايي‪ :‬چې ما له يوه بانډه چې څخه واوريدل چې ويل يې‪:‬ای هللا! زه له تا څخه بښنه‬
‫غواړم او تاته توبه کوم‪ ،‬حضـرت علي کرم هللا وجهه ورته وويل‪ :‬ای سړيه! په بيړې سره استغفار او توبه‪ ،‬د کاذبانو توبه ده‪ ،‬کوچي‬
‫‪:‬ورته وويل‪ :‬نو توبه څه شی ده ؟ ده ورته په ځواب کې وفرمايل‪ :‬په توبه کې څو شيان دي چې بايد له پامه ونه غورځول شي‬
‫لومړی به په تېره زمانه کې يې چې ګناهونه کړي دي پر هغو پښيماني څرګندوي‪ ،‬بیا به فرائضو ته را ګرځي په درېم قدم کې يې که له‬
‫چا سره ظلمونه کړي وي هغه دې وروګرځوي او بیا يې که له چا سره بې ځايه جګړې کړې وي له هغه څخه عفوه وغواړي‪ ،‬بیا به په‬
‫را تلونکي کې دا هوډ کوي چې بیا به داسې نه کوم او شپږم ټکی دا دی چې د هللا تعالی په طاعت کې داسې خپل ځان ويلې کړي‪ ،‬لکه‬
‫څرنګه يې چې د هغه په نافرمانۍ او سرغړونه کې ويلې کړی دی‪ ،‬او په پای کې به خپل نفس ته د طاعت ترخه داسې ورڅکي لکه‬
‫‪.‬څرنګه يې چې د معصيت او سرغړونې خوند ورڅکلی ؤ‬

‫د يادونې وړ ده چې د حضرت علي رضی هللا عنه مقصد دا نه دی چې انسان دې په بيړه توبه نه وباسي ‪ ،‬بلکې هدف يې دا دی چې‬
‫‪.‬انسان د توبې پر مهال بايد دغه ټکو ته پام ولري او بې فکره او بې سوچه توبه هيڅ ګټه نلري‬

‫په دې هکله ذي نون مصـري رحمة هللا عليه فرمايي‪ :‬که څوک پرته له دې چې له ګناه څخه الس واخلي او استغفار وايي دا د کاذبينو‬
‫‪.‬توبه ده او په همدې ډول ځينې پوهان وايي‪ :‬چې د کاذبانو توبه د ژبې تر څنډو پورې محدوده وي‬

‫‪ .‬له پورتنيو ټکو دا جوته شوه چې په ريښتيا سره توبه کول د اخرت د الروي لپاره لومړی مقام او د سعادت او نېکمرغۍ الره ده‬

‫‪.‬هللا تعالی دې مونږ د سمو تائبينو په کتار کې حساب کړي‪ ،‬امين يارب العلمين‬

‫‪ :‬توبه د کاميابی سبب دی‬

‫َوتُوبُوا ِإلَى هَّللا ِ َج ِميعًا َأيُّهَا ْال ُمْؤ ِمنُونَ لَ َعلَّ ُك ْم تُ ْفلِحُونَ (‪ 31‬النور )‬

‫مؤمنانو! تاسی ټول د خپلو ګناهونو نه هللا تعالی ته توبه وباسې ددي دپاره چې کامياب• شئ‬

‫‪ :‬توبه د عذاب څخه د نجات سبب ګرځي‬

‫ير [التوبة‪]74 :‬‬


‫ص ٍ‬ ‫ك خَ ْيرًا لَهُ ْم َوِإ ْن يَت ََولَّوْ ا يُ َع ِّذ ْبهُ ُم هَّللا ُ َع َذابًا َألِي ًما فِي ال ُّد ْنيَا َواَآْل ِخ َر ِة َو َما لَهُ ْم فِي اَأْلرْ ِ‬
‫ض ِم ْن َولِ ٍّي َواَل نَ ِ‬ ‫‪ .‬فَِإ ْن يَتُوبُوا يَ ُ‬

‫که دوی توبه وکړي ‪ ،‬دا به دوی ته ښه وي او که مخ واړوي هللا جل جال له به دوی په دنيا او آخرت کې په دردناک عذاب سره ) اوس(‬
‫‪ .‬وکړوي او دوی ته به د ځمکې پر مخ نه کوم دوست وي او نه هم مرستندوی‬
‫‪ :‬هللا تعالی د بنده په توبه خوشحاليږي‬

‫ي – خا ِد ِم رسو ِل هللا صلی هللا عليه وسلم قَا َل ‪ :‬قَا َل َرسُو ُل هللا صلی هللا عليه وسلم ‪ :‬هللُ أ ْف َر ُح بِتَوْ بَ ِة‬
‫ك األنصار ّ‬
‫بن مال ٍ‬ ‫وعن أبي حمزةَ ِ‬
‫أنس ِ‬
‫أرض فال ٍة (متفق عليه )‬ ‫َ‬ ‫ٍ‬ ‫َّ‬ ‫َ‬ ‫َ‬ ‫َ‬ ‫ُ‬ ‫َأ‬ ‫ْ‬
‫‪َ .‬ع ْب ِد ِه ِمن َح ِدك ْم َسقط َعلى بَ ِعير ِه وقد أضلهُ في‬

‫له ابي حمزه انس بن مالک انصاری رضی هللا عنه خادم رسول هللا صلی هللا عليه وسلم نه روايت دی چه رسول هللا صلی هللا عليه‬
‫وسلم فرمچه د يوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کې خپل اوښ ورک شوی وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي –‬
‫‪ .‬بس هللا تعالی ددی نه هم زيات د خپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي‬

‫‪ .‬د استغفار نه مطلب مغفرت يعنې بخښنه غوښتل او په ګناه اعتراب کول دي‬

‫قوله تعالی ‪َ :‬وا ْستَ ْغفِرُوا هَّللا َ ِإ َّن هَّللا َ َغفُو ٌر َّر ِحي ٌم (المزمل ‪) 20‬‬

‫‪ .‬له هللا جل جال له څخه بخښنه وغواړئ يقينا ً هللا جل جال له بخښونکی او مهربان دی‬

‫‪َ .‬ويَا قَوْ ِم ا ْستَ ْغفِرُوا َربَّ ُك ْم ثُ َّم تُوبُوا ِإلَ ْي ِه يُرْ ِس ِل ال َّس َما َء َعلَ ْي ُك ْم ِم ْد َرارًا َويَ ِز ْد ُك ْم قُ َّوةً ِإلَى قُ َّوتِ ُك ْم والَ تَتَ َولَّوْ ْا ُمجْ ِر ِمينَ [هود‪]52 :‬‬

‫ژباړه ‪ :‬ای زما قومه ! له خپل رب څخه بخښنه وغواړئ بيا هغه ته ور وګرځئ (توبه وباسئ ) څو له آسمانه پر تاسې شېبې ‪ ،‬شېبې‬
‫‪ .‬باران را کوز کړي او ستاسې پر زور (نور) ځواک هم زيات شي او د ګنهکارانو په څير مخ مه اړوئ‬

‫‪ .‬رسول هللا صلی هللا عليه وسلم فرمايي ‪ :‬و هللا انی استغفرو هللا و اتوبو اليه فی اکثر من سبعين مرة (البخاري )‬

‫‪ :‬په هللا جل جال له قسم چې زه په ورځ کې له اويا ځلو زيات د هللا جل جال له څخه مغفرت غواړم او د هغه دربار کې توبه وباسم ‪.‬ايلی‬

‫عن ابن عباس رضی هللا عنه قال قال رسول هللا صلی هللا عليه وسلم ‪ :‬من لزم االستغفار جعل هللا له من کل ضيق مخرجا ً و من کل هم‬
‫‪ .‬فرجاو رزقه من حيث ال يحسب (سنن ابی داؤد )‬
‫چا چې استغفار کول پر خپل ځان الزم وګرځول نو هللا جل جال له به ده ته د هرې سختۍ څخه د خالصون الره پيدا کوي او د هر درد‬
‫‪ .‬او غم څخه به يې خالصوي او د داسې طرف نه به رزق ورکوي چې د ده ګمان هم نه وي‬

‫د علم عقيدې د درسونو پاي‬

‫و باهلل توفيق وصلى هللا على خير خلقه محمد وآله وصحبه وسلم اجمعين‬

‫‪ :‬درواغجنه توبه‬

‫منصور بن عمار وايي چي ما يو اشناى درلود چي د ګنهونو په تر سره کولو سره يې پر ځان ظلم کاوه‪ .‬خو يو وخت يې توبه وکښل ‪ .‬ما‬
‫‪.‬به هغه ډېر ليدى چي په ښو کارونو‪ ،‬عبادت‪ ،‬لمانځه‪ ،‬روژو نيولو او تهجد او داسي نو رو به بوخت وو‬

‫بيا هغه وو چي څو ورځي مي نه ليدى‪ .‬بيا چا راته وويل چي هغه ناروغه دى‪ .‬نو زه يې د پوښتني لپاره کور ته ورغلم‪ .‬کله چي مي‬
‫دروازه وروټکول لور يې راووتل او راته ويې ويل چي څوک دي په کار دى؟ ما ورته وويل چي پالر ته دي ووايه چي پالنى راغلى‬
‫‪.‬دى‪ .‬نو هغه وو چي ماته يې کورته د ننوتلو اجازه راکړه‬

‫کله چي کورته ورننوتلم ومي ليد چي د کور د غولي په منځ کي يې پر کټ باندي اړخ وهلى دى‪ .‬او مخ يې خورا ډېر تور سوى وو‪.‬‬
‫سترګي يې بې نوره سوي وې او شونډان يې وچ سوي او ترخي ترخي چاودلي وه‪ .‬ما په داسي حال کي چي له قوارې څخه يې وبېرېدم‬
‫‪ ،‬ورته وويل‪ ﴿ :‬ال اله اال هللا ﴾ ډېر ډېر وايه‪ .‬هغه ستر ګي په ډېر تکليف پرانيستې ‪ ،‬راته ويې کتل او بېرته بې سده سو‪ .‬بيا مي ورته‬
‫‪.‬وويل‪ :‬وروره د ﴿ ال اله اال هللا ﴾ کلمه ډېره ووايه او بيا مي هم کلمه ورته تکرار کړه‬

‫دغه مهال يې سترګي پرانيستې او راته ويې ويل‪ :‬اى منصوره وروره ! دا داسي کلمه ده چي زما او د هغې ترمنځ واټن راغلى دى‪ .‬ما‬
‫وويل الحول وال قوة اال باهلل العلى العظيم‪ .‬بيا مي ورته وويل ‪ :‬وروره ستا هغه لمونځونه ‪ ،‬روژې‪ ،‬تهجد او عبادتونه او ښه کارونه څه‬
‫سول؟ راته ويې ويل‪ :‬دا د خداى لپاره نه وه او ما په درواغو توبه کښلې وه او دا کارونه ما د دې لپاره کول چي خلک ښه را باندي‬
‫‪.‬ووايي دا ټول په ريا وه‬

‫کله چي به زه په کور کي يوازي سولم ډول ډول نارواوي به مي کولې‪ ،‬نه لمونځ وو‪ ،‬نه بل څه ‪ ،‬شراب به مي خوړل‪ ،‬ډول ډول سازونه‬
‫او سندري به وې او زه به وم او په دې ډول مي د خداى پر ضد هر ناوړه عمل تر سره کاوه تر دې چي ناروغه سوم او د مرګ تر پولي‬
‫‪.‬ورسېدم‪ .‬نو مي دغي لور ته وويل چي‪ :‬قرآن کريم راته راوړه‬

‫کله چي مي قرآن کريم په الس کي ونيو ومي ويل‪ :‬الهي ستا د دغه قرآن په برکت ماته شفا راکړه‪ ،‬زه ژمنه درسره کوم چي بيا به‬
‫‪.‬هيڅکله بد کارونه نه کوم ‪ .‬نو هغه وو چي لوى څښتن جل جالله رحم راباندي وکړ او روغ سوم‬
‫کله چي جوړ سوم شيطان زما او د لوى څښتن ترمنځ هغه کړې ژمنه راڅخه هېره کړه او بېرته مي هغو خپلو ناوړو کارونو ‪،‬‬
‫‪.‬خوندونو او ساز او سرود ته مخه کړه‪ ،‬څو موده همدغسي راباندي تېره سوه چي بيا ناروغه سوم‬

‫کله چي جوړ سوم شيطان زما او د لوى څښتن ترمنځ هغه کړې ژمنه راڅخه هېره کړه او بېرته مي هغو خپلو ناوړو کارونو ‪،‬‬
‫‪.‬خوندونو او ساز او سرود ته مخه کړه‪ ،‬څو موده همدغسي راباندي تېره سوه چي بيا ناروغه سوم‬

‫دا ځل بيا د مرګ تر پولى ورسېدم‪ ،‬نو مي د خپل پخواني عادت سره سم مېرمني ته امر وکړ چي د کور غولي ته مي وباسي‪ .‬بيا مي‬
‫قرآن مجيد راواخيست او څو آيته مي تالوت کړه او بيا مي لوى څښتن ته زارۍ وکړې چي ستا د دغه کالم په حق او برکت مي دا وار‬
‫‪.‬ال هم جوړ کړه ‪ ،‬بيا داسي نه کوم‬

‫خداى جل جالله مي بيا پر حال رحم وکړ او بيا يې جوړ کړم‪ .‬خو ما بيا هغه ناوړه کارونه پيل کړل‪ .‬چي دا دى بيا دغسي ناروغ سوم‪.‬‬
‫بيا مي قرآن کريم را واخيست چي تالوت يې کړم‪ ،‬خو داځل هيڅ حرف نه راته معلوميږي‪ .‬نو پوه سوم چي خداى جل جالله را باندي په‬
‫‪.‬قهر سوى دى‬

‫نو مي سر آسمان ته پورته کړ او ومي ويل‪ :‬اى لويه خدايه ! دا رنځ را څخه واخلې! نو يو ږغ مي تر غوږو سو‪ ،‬چي راته وايي‪ :‬کله‬
‫! چي ناروغ سې توبه کاږې او کله چي روغ سې بيا ته يې او هغه ستا ناوړه کارونه‬

‫منصور بن عمار وايي چي زما ترسترګو اوښکي راغلې او ځني را ووتلم‪ .‬خو تر کوره ال نه وم رسېدلى چي خبر سوم چي سا يې‬
‫‪.‬ورکړه‬

‫هو ګرانه لوستونکې ! توبه‪ ،‬په ژبه توبې کښلو ته نه وايي! بلکي توبه په پټه او ښکاره په زړه پر ګنهونو پښېماني او تېر تريخ او‬
‫‪.‬ناوړه حالت ته نه ورګرځېده باله سي‬

‫له څه شي څخه توبه وکاږو؟‬

‫توبه له کوچنيو او لويو (صغيره او کبيره) ګناهونو څخه ايستل کيږي‪ .‬او هر انسان‪ ،‬په تېره توبه کوونکى بايد په هغو ناوړو کړو چي‬
‫‪.‬توبه ځني کاږي پوه سي او ويې پېژني‪ ،‬که څه هم په اجمالي توګه وي‪ ،‬څو ډډه ځني وکړي‬

‫او که چيري په اخته سوى وي‪ ،‬توبه ځني وکاږي او لکه چي څرګنده ده لوى څښتن جل جالله په خپل عميم فضل او کرم د توبې ډېره‬
‫ارته دروازه پرانيستې ده‪ ،‬هغه په خپل سپېڅلي کتاب قرآن کريم کي د توبې کښلو په هکله ډېر ځايونه امر کړى دى‪ ،‬خپل بنده ګان يې‬
‫‪.‬ورته هڅولي دي او د هغې د قبلولو ژمنه او وعده يې کړې ده‬
‫هغه سبحانه د هرچا توبه قبلوي‪ ،‬کافر وي‪ ،‬که مشرک‪ ،‬منافق وي‪ ،‬که فاسق‪ •،‬مرتد وي که کوم بل طاغي او باغي‪ ،‬ملحد او زنديق وي‬
‫‪.‬که ظالم يا په نورو ناوړو چارو او ګنهونو اخته وي‬

‫‪:‬د توبې او استغفارترمنځ توپير‬

‫‪.‬د استغفار ماده ”غفر“ ده‪ ،‬چي د استفعال د باب مصدر دى‪ .‬د استغفار معنا ده د مغفرت او بخښني او د ګناه د معافۍ غوښتل‬

‫لکه چي څرګنده ده‪ ،‬کله کله يوازي توبه بې له استعفاره ذکر کيږي‪ ،‬لکه چي لوى څښتن فرمايي‪ِ ﴿ :‬إ َّن هَّللا َ يُ ِحبُّ التَّوَّابِينَ َويُ ِحبُّ‬
‫ْال ُمتَطَه ِِّرينَ (‪[﴾ )222‬البقرة ‪] ٢٢٢ :‬‬

‫ژباړه‪ :‬بې شکه چي هللا خپل هغه بنده ګان خوښوي چي بيا بيا رجوع ورته کوي (يعني له ګنهونو څخه توبه کاږي او د بخښني غوښتنه‬
‫‪.‬ځني کوي)‪ ،‬او هغه کسان خوښوي چي پاک خواپاکي اوسي (له فواحشو او ککړتياوو څخه ليري ګرځي)‬

‫‪.‬البته په قرآن کريم کي دغسي نور آيتونه هم سته‬

‫‪:‬خو کله کله بيا توبه د استغفار سره ملګرې وي‪ ،‬لکه چي لوى څښتن فرمايي‬

‫َوَأ ِن ا ْستَ ْغفِرُوا َربَّ ُك ْم ثُ َّم تُوبُوا ِإلَ ْي ِه يُ َمتِّ ْع ُك ْم َمتَاعًا َح َسنًا ِإلَى َأ َج ٍل ُم َس ّمًى َويُْؤ ِ‬
‫ت ُك َّل ِذي فَضْ ٍل فَضْ لَهُ﴾[هود‪﴿ ]٣:‬‬

‫ژباړه‪ :‬او (دغه قرآن کريم الرښوونه کوي) چي‪ :‬که تاسي له خپل پروردګار څخه (د پخوانيو) ګنهونو بخښنه وغواړئ او رجوع ورته‬
‫وکړئ (او په راتلونکې کي د ګنهونو له تر سره کولو څخه توبه وکاږئ او پر دې توبه باندي همېشه توب وکړئ)‪ .‬نو هغه به (ستاسي د‬
‫رشتياني استغفار او مخلصانه توبې په سبب) تر يوې ټاکلي مودې (د مرګ تر ګړيه) پوري (له رزق او پراختيا او د دې جهان د ژوندانه‬
‫له ښېګڼو څخه) د (ګټي ترالسه کولو او) ښه خوند اخيستلو موکه درکړي او (په آخرت کي به د خپل عدل سره سم) هر د فضل او‬
‫‪.‬احسان خاوند ته د هغه د فضيلت او احسان (علم او عمل) زيات اجر ورکړي‬

‫‪.‬دغسي نور آيتونه هم په قرآن کريم کي سته‬

‫په دې توګه استغفار د زړه له کومي پر ګناه باندي پښېماني او بيا د هغې د نه کولو ژمنه ده‪ .‬او عالمه ابن القيم بيا ويلي دي چي استغفار‬
‫د تېر‬
‫شر او معصيت څخه د وقايې غوښتنه ده او توبه رجوع او د هغه شر او ګناه څخه چي په راتلونکې کي ځني وېريږي د وقايې غوښتنه‬
‫‪.‬ده‬

‫البته کله چي توبه او استغفار بېل بېل ياد سي‪ ،‬نو يو د بل په مسمى کي داخل سي‪ .‬په دې توګه توبه رجوع ده او استغفار له ګناه څخه‬
‫‪.‬مفارقت باله سي‬

‫‪ :‬مغفرت‬

‫مغفرت له ”غفر“ څخه اخيستل سوى دى‪ .‬چي معنا يې ده‪ :‬د ګناه بخښل او سترګي ځني پټول‪ .‬لکه چي تر توبې او استغفار وروسته هللا‬
‫‪.‬تعالى پر خپل بنده خپل رحمت لوروي او بخښي يې‬

‫‪ :‬عـفـو‬

‫د عفوي معنا هم بخښنه او ګردسره تر ګناه او تېروتني تېرېدنه او د ګنهونو له منځه وړنه ده‪ .‬د مغفرت معنا مازي بخښل دي‪ ،‬اما د‬
‫عفوي معنا ګردسره تر ګناه تېرېدل او د هغو له منځه وړل دي‪ .‬عفو تر مغفرت وروستۍ مرحله ده‪ .‬داسي وبوله چي د ګناه بخښنه‬
‫مغفرت دى او د ګناه د جرم بېخي له عملنامې څخه ايسته کول”عفو“ ده‪ .‬ګواکي د عفوي په نتيجه کي ګنهکار داسي سو لکه ګردسره‬
‫‪.‬چي يې ګناه نه وي کړې‬

‫‪:‬له لوى څښتن څخه بخښنه د عفوي په الفاظو غوښتل ډېره ښه ده‪ .‬لکه چي د قدر د شپې ځانګړې دعا داده‬

‫َري ٌم تُ ِحبُّ ْال َع ْف َو فَاعْفُ َعنِّي ﴿‬ ‫﴾اللَّهُ َّم ِإنَّ َ‬


‫ك ُعفُوٌّ ك ِ‬

‫ژباړه‪ :‬اى لويه څښتنه ! ته معافوونکي او تر حد تېر بخښونکي او د کرم څښتن يې او عفو او تېرېدنه خوښوې‪ ،‬ځکه نو ما معاف کړه‬
‫‪.‬او تر ګنهونو مي راتېر سه‬

‫ګنهکار چي توبه وکاږي او له هللا تعالى څخه د مغفرت غوښتنه وکړي‪ ،‬نو يې هللا تعالى وبخښي او چي بنده زياته پښېمانتيا څرګنده‬
‫کړي او له خدايه عفو وغواړي‪ ،‬نو هللا د ده د ندامت او ډېري وېري له امله له عفوي څخه هم کار اخلي او بالکل يې معافوي او له‬
‫‪.‬عملنامې څخه يې ګناه محو کوي‪ .‬البته د رشتياني توبه کوونکي سره دا هم کوي چي د هغه د ګنهونو پر ځاى نېکۍ ليکي‬

‫‪:‬نصوح توبه‬
‫نصوح توبه هغي توبې ته وايي چي رشتينې‪ ،‬خالصه او حقيقي او قطعي وي‪ ،‬هيڅ شبهه او علت پکښي نه وي او بيا هيڅ ماته نه سي او‬
‫‪.‬له ټولو ګناهونو څخه وي‬

‫‪:‬د دې توبې يادونه په قرآن کريم کي يو وار په التحريم سوره کي سوې ده‪ ،‬په دې ډول‬

‫ت تَجْ ِري ِم ْن تَحْ تِهَا اَأْل ْنهَا ُر ﴾ [التحريم ‪﴿ ]٨ :‬‬


‫يَا َأيُّهَا الَّ ِذينَ آ َمنُوا تُوبُوا ِإلَى هَّللا ِ تَوْ بَةً نَصُوحًا َع َسى َربُّ ُك ْم َأ ْن يُ َكفِّ َر َع ْن ُك ْم َسيَِّئاتِ ُك ْم َويُ ْد ِخلَ ُك ْم َجنَّا ٍ‬

‫ژباړه‪ :‬اى مومنانو! هللا ته (داسي) رشتينې توبه‬

‫وکاږئ ( چي بيا هيڅ ور ونه ګرځئ او هيڅ اراده يې ونه کړئ)‪ ،‬ګوندي هللا ستاسي څخه ګنهونه ورژوي او تاسي ته په داسي جنتونو‬
‫‪.‬کي ځاى در کړي چي تر ونو الندي يې ولې بهيږي‬

‫په التوبة وظيفة العمر کتاب کي وايي چي نصوح توبه هغه ده چي يوازي د خداى له ويري وي او د جاه او جالل او چوکۍ د خونديتوب‬
‫مطلب پکښي نه وي او نه د مال او خپل واک د ساتني لپاره وي‪ .‬همدا راز د دې لپاره هم نه وي چي خلک يې ښه ووايي او د هغو د بد‬
‫‪.‬ويلو څخه د تښتېدو لپاره وي‬

‫البته که دغسي نصوح توبه څو ک وکاږي لوى څښتن به يې ټول ګنهونه وبخښي او چي پر دغه توبه ټينګ ودريږي بدۍ په يې په‬
‫‪.‬نېکيو واوړي‬

‫‪:‬د توبة النصوح په باره کي د علماى کرامو نور بېل بېل قولو نه هم سته‪ .‬چي له هغو څخه ځيني دادي‬

‫‪ .١ .‬نصوح هغه توبه ده چي وروسته يې د ګناه خوا ته ګرځېده داسي ناممکن سي‪ ،‬لکه تيو ته چي د شيدو ورګرځېده ناشوني دي‬

‫‪ .٢‬نصوح هغه توبه ده چي ورپسې يې د بنده په زړه کي تل دا وېره وي چي زما توبه به قبوله سي که نه؟ او د دې تر څنګ پر کړو‬
‫‪.‬ګنهونو باندي سخت پښېمانه هم وي‬

‫‪ .٣.‬نصوح توبه هغه ده چي تر هغې وروسته انسان بيا بيا توبې کولو ته اړ سي‬
‫‪ . ٤‬نصوح توبه هغه ده چي په زړه کي پښېماني‪ ،‬په ژبه استغفاروي او ګناه پېږدي او په راتلونکې کي د ګناه نه کولو ټينګ هوډ او‬
‫‪.‬عزم وکړي‬

‫‪ . ٥.‬نصوح توبه داده چي د ګناه بدي تل د بنده په ذهن کي ور ګرځئ ‪ .‬ګواکي تل هغه ويني‬

‫‪ .٦‬نصوح توبه داده چي د ګناه د دروند والي له امله يې دا پراخه ځمکه تنګه په نظر ورځي او تل د ګناه د وريادېدو له امله نفس تنګه‬
‫‪.‬وي‬

‫‪ . ٧‬نصوح توبه داده چي د خلکو سره ټولي شخړي او النجې ختمي کړي‪ ،‬د خلکو حقوق ورکړي‪ ،‬ځان له هر څه څخه فارغ کړي او په‬
‫‪.‬نېکو اعمالو اخته سي‬

‫‪ .٨.‬په پالوو پالوو د ګناه له امله خپل ځان مالمت• کړي او ټول عمر پښېماني پر څرګنده کړي‪ ،‬څو د نورو ګنهونو له آفته فارغ سي‬

‫‪ .٩‬ګناه تر سره کول يې له ذهن څخه داسي ووزي چي هيڅ يې په ياد کي نه ور ګرځئ‪ .‬او د دې لپاره چي توبه ښه قبوله سي د لوى‬
‫‪.‬څښتن سره زيات محبت کوونکى سي او د بل چا مينه له زړه څخه وباسي‬

‫‪ .١٠‬نصوح توبه قبولي سوي توبې ته وايي او په هغې کي د درو شرطونو موجوديت اړين دى‪ .١:‬د توبې د نه قبلېدو وېره‪ .٢.‬د قبلېدو‬
‫‪.‬هيله‪ .٣.‬په ښو کارونو مشغولېدل‬

‫‪:‬ځيني بيا وايي چي دغه څلور شرطونه ورته ضروري دي‬

‫الف) په ژبه استغفار‪(.‬ب) د بدن غړي له ګناه څخه ليري کول‪(.‬ج) په زړه کي د ګناه نه کولو پوخ عزم کول‪( .‬د) له بدو مجلسونو څخه‬
‫‪.‬ډډه کول‬

You might also like