You are on page 1of 6

‫د تـالوت سجـده‬

‫د تـالوت سجـده‬

‫په قرآن مجيدكښى څلورلس آيتونه دى چه دامام‬


‫اعظم اوبوحنيفه (رح) په مذهب دهغوى په تالوت‬
‫سره پرقارى اواوريدونكى سجده واجب كيږى‪،‬‬
‫دآيتونوپه شميركښى اختالف دى بعضى علماوايى‬
‫پنځه لس آيتونه دى اوبعضى وايى چه يوولس آيتونه‬
‫دى چه دفقه په لويوكتابوكښى ئې تفصيل شته دتالوت‬
‫سجده په آخركښى د سورت اعراف‪ ،‬په سورت رعد‪،‬‬
‫سورت النخل‪ ،‬سورت بنى اسرائيل‪ ،‬سورت مريم‪ ،‬اوله‬
‫سجده دسورت حج‪ ،‬سورت فرقان‪ ،‬سورت نمل‪ ،‬سورت‬
‫الم تنزيل‪ ،‬سورت ص‪ ،‬سورت حم السجده ‪ ،‬سورت‬
‫نجم‪ ،‬سورت واالنشقاق اوسورت والعلق‪ ،‬په‬
‫دغوځايوكښى پرتالوت كونكى او اوريدونكى سجده‬
‫دتالوت واجب ده كه ئې قصد د قرآن داوريدوكړيوى‬
‫كه ئې نه وى كړى ځكه چه رسول (ص) فرمايى‬
‫﴿السجدة على من سمعهاوعلى من تالها﴾ يعنى سجده‬
‫د تالوت شته پراوريدونكى اوپرتالوت كونكى‪ ،‬كه امام‬
‫آيت دسجدى ووايه سجده به كوى اومقتدئ به هم‬
‫سجده كوى كه امام په خفيه لمانځه كښى آيت‬
‫دسجدې ووايه سجده به كوى مقتديانو كه څه هم آيت‬
‫نه دى اوريدلى خودامام په متابعت به سجده ورسره‬
‫كوى‪ ،‬شخين (رح) وايى مقتدئ چه په لمانځه كښى‬
‫دقرآن دتالوت نه منع دى كه ئې آيت دسجدې ووايه‬
‫سجده نه پرامام واجب ده اونه پرمقتدى‪ ،‬مګرامام‬
‫محمد (رح) وايى چه له لمانځه نه وروسته به ټوله‬
‫سجده كوى ځكه چه سبب دسجدى پيدا شو امام‬
‫اعظم اوامام ابى يوسف (رح) وايى مقتدئ چه په‬
‫لمانځه كښى لـه قـرائت نـه منع دى نـو دا سبب‬
‫دسجـدې سـبب نه دى ‪ .‬اهل سنت اواهل جماعت چه‬
‫حنيفى مذهب دى دخپل مذهب درى واړه امامان (رح)‬
‫ائمه ثالثه بولى‪ ،‬امام ابى يوسف اوامام محمد (رح)‬
‫ياران بولى‪ ،‬امام اعظم ابوحنيفه اوامام ابى يوسف‬
‫(رح) شيخين بولى يعنى سپين ږرى‪ ،‬امام اعظم‬
‫ابوحنيفه اوامام محمد(رح) طرفين بولى يعنى‬
‫يوسپين ږرى بل ځوان ‪ .‬شيخين (رح) وايى كه لمونځ‬
‫كونكوله داسى چانه آيت دتالوت د سجدې واوريدى‬
‫چه په لمانځه كښى شريك نه وو دوى دى په لمانځه‬
‫كښى دتالوت سجده نه كوى چه له لمانځه نه فارغ‬
‫شول سجده دى وكړى‪ ،‬كه ئې په لمانځه كښى سجده‬
‫وكړه كافى نه ده اولمونځ هم نه په فاسديږى ځكه چه‬
‫سبب د سجدى چه اوريدل د آيت دى پيداشواوسجده‬
‫پرالزمه شوه‪ ،‬په لمانځه كښى ځكه روا نده چه آيت د‬
‫سجدې په لمانځه كښى نه دى ويل شوى‪ ،‬لمونځ ځكه‬
‫نه په فاسديږى چه سجده دلمانځه جنسى عمل دى‬
‫فتوى هم پردغه مذهب ده‪ ،‬مګرامام محمد (رح) وايى‬
‫كه لمونځ كونكو په لمانځه كښى ددغه آيت د اوريدوپه‬
‫سبب سجده وكړه لمونځ ئې فاسدشو‪ .‬كه چاله لمانځه‬
‫نه مخكى آيت دسجدې ووايه سجده ئې ونكړه مجلس‬
‫ئې بدل نكړ په لمانځه كښى داخل شواوپه لمانځه‬
‫كښى ئې بياهمهغه آيت ووايه اوسجده ئې وكړه نودغه‬
‫يوه سجده د دواړو تالوتودپاره رواده‪ ،‬كه چابيله‬
‫لمانځه نه تالوت دسجدې وكړ اوسجده ئې هم وكړه‬
‫كله چه په لمونځ كښى داخل شوبيائې هم هغه آيت‬
‫دسجدې ووايه نوپه لمانځه كښى به بله سجده كوى‬
‫چاچه په يوه مجلس كښى يوآيت دسجدې څوځلى‬
‫تكراركړيوه سجده ورباندى واجب ده‪ ،‬كه ئې څوآيتونه‬
‫د سجدې وويل نو د هر آيت دپاره به سجده كوى‪ ،‬كه‬
‫ئې په يوه مجلس كښى يوآيت د سجدې په څو‬
‫مختلفوځايوكښى ووايه نوپه هغه شميربه دتالوت‬
‫سجدې كوى ‪ .‬كله چه څوك نيت دتالوت دسجدې وكړى‬
‫اهلل اكبردى ووايى السونه دى نه پورته كوى سمدستى‬
‫دى سجده وكړى په سجده كښى دى درى ځلى سبحان‬
‫ربى االعلى ووايى اوسردى راپورته كړى نه ناسته شته‬
‫نه دوهمه سجده شته اونه تشهد شته‪ ،‬كه چا آيت‬
‫دسجدې ووايه له هغه ځاى نه والړى اوبيرته هلته‬
‫راغى بيائې هغه آيت تكرارووايه نودوى سجدې به‬
‫كوى‪ ،‬همدارنګه كه تالوت كونكى آيت د سجدې ووايه‬
‫اوريدونكى واوريدى له هغه ځاى نه والړى اوبيرته‬
‫هلته راغى بياتالوتكونكى هغه آيت تكرار ووايه‬
‫اواوريدونكى واوريدى نواوريدونكۍ به دوى سجدې‬
‫كوى دقرآن تالوت كه په لمانځه كښى وى ياغيرله‬
‫لمانځه نه دآيتوويل په ترتيب سره واجب دى‪،‬‬
‫پريښودل دتالوت دسجدې مكروه عمل دى ځكه چه‬
‫پريښودل دتالوت دسجدې مشابهت دهغه چاسره دى‬
‫چه له سجدى نه منكر وى په حقيقت سره‬
‫منكردسجدى كافردى نومشابهت ئې مكروه دى‪ ،‬كه‬
‫قارى دخلګو په موجوديت سره د قرآن شريف تالوت‬
‫كوي اوآيت ته دسجدى راورسيدى په خفيه سره دى‬
‫ووايى چه دغه شفقت پراوريدونكودى ‪ .‬په روح البيان‬
‫كښى ذكرشويدى كه چاڅه مشكل درلودى دقرآن‬
‫شريف څلورلس دسجدى آيتونه دى په ترتيب سره‬
‫ووايى خو د هر آيت ترمخه دى مخكنى آيت ورسره‬
‫ملګرى كړى چه څورلس آيتونه او څلورلس سجدې‬
‫خالصى شوی نوداهلل (ج) څخه دى د مشكل دحل په‬
‫باب غوښتنه وكړى انشاء اهلل مشكل به ئې حل شى ‪.‬‬

‫"?‪https://ps.wikipedia.org/w/index.php‬‬
‫‪&oldid=211989‬د_تـالوت_سجـده=‪ "title‬نه اخيستل شوی‬

You might also like